Professional Documents
Culture Documents
د قدر وړ لوستونکو
لکه څه ډول ،چي سعد رضي هللا عنه وايي :د نبي
صلی هللا عليه وسلم څخه يو چا پوښتنه وکړه :أي
الناس أشد بالء؟ په خلکو کي څوک د سختو کړاونو
او ازمايښتونو سره مخ کېږي؟
اِلنبياء :رسول هللا صلی هللا عليه وسلم ورته وويل
ثم االمثل فاِلمثل يبتلى الرجل على حسب دينه فإن
كان صلبا في دينه اشتد بالؤه وإن كان في دينه رقة
هون عليه فما زال كذلك حتى يمشي على اِلرض مال
) رواه الترمذي وابن ماجه والدارمي( ذنب
ژباړه :نبيان عليهم الصالة والسالم تر بل هر چا د
سختو مصيبتونو سره مخ کېږي ورپسې ،چي تر
نورو غوره وي د هغو وروسته چي بيا تر نورو
غوره وي ،يو سړی د خپل ديانت په کچه په سختيو
ازمايل کېږي ،که په ديانت کي پياوړی وو نو د
هغه د مشکالتو ازمايښت سخت وي ،او که په
ديانت کي کمزورۍ وو نو د کړاونو ازمايښت يې پر
کمېږي ،همدا ډول د کړاونو د ازمايښت سلسله
روانه وي څو پدې سختيوسره داسي د ګناه څخه
پاک وګرځي ،چي د مځکي پر مخ به ګرځي خو هيڅ
.ګناه به هم نه لري
ددې ښکاره مثال د ابراهيم عليه السالم د ازمايښت
دى،هللا جل جالله ابراهيم عليه السالم د ډېرو غټو
ازمايښتونو سره مخا مخ کړ ،آن تر دې ،چي د خپل
زوی په حاللولو امر کړل سو ،خو ابراهيم عليه
السالم پدې امتحان کي کامياب وګرځېد او په دنيا
کي د موفقيت زېرئ ورته ورکړل سو او د هللا جل
جالله د خليل ستر لقب او مقام يې تر السه کړی ،د
ابراهيم عليه السالم د زوی د حاللولو قصه يوه
رښتنې واقعه ده ،د ابراهيم عليه السالم پالر آزر او
قوم يې د بتانو عبادت کاوه ،ابراهيم عليه السالم
هغو ته د توحيد دعوت ورکاوه خو هغو ايمان نه
راوړى آخر د هغو بتان يې ور مات کړل او بيا د
بتانو د ماتولو لکبله خپل قوم په غټ اور کي
وغورځاوه ،خو هللا جل جالله هغه اور دده لپاره د
سالمتيا اور وګرځاوه ،بيا يې د هللا جل جالله په
حکم شام ته هجرت وکړ ،هلته د هللا جل جالله حکم
ورته وسو ،چي خپله ښځه هاجر رضي هللا عنها او
د هغې څخه خپل ماشوم زوی اسماعيل عليه السالم
د مکې ناآباده سيمي ته بوځي او هلته يې پرېږدي،
ده همداسی وکړل ،په دا مهال کي په مکه کي د
چيښاک اوبه ال هم نه وې او نه خلک هلته هستوګن
وه ،بلکي وچ غرونه وه ،چېري ،چي کعبه شريفه
جوړه سوې ده هلته نژدې يې هاجر رضي هللا عنها
او اسماعيل عليه السالم پرېښول او په ژي کي يې
څه اوبه ورته پرېښودلې ،ورڅخه رهي سو ،هاجر
رضي هللا عنها په پسې سوه ،چي چېري را څخه
ځي او په دا وچو غرونو کي مو چاته پرېږدې؟
ابراهيم عليه السالم جواب نه ورکاوه ،ځکه
همداسي حکم ورته سوی وو آخر هاجر رضي هللا
عنها ورته وويل ،چي ايا د هللا جل جالله همداسي
حکم درته سوی دى؟ ابراهيم عليه السالم د سر په
:اشاره ورته وويل
هو ،نو هاجر رضي هللا عنها وويل ،چي خبره
همداسي ده نو هللا جل جالله مو نه ضايع کوي،
ابراهيم عليه السالم ځني والړى او په شام کي د
خپلي بلي ښځي ساره رضي هللا عنها سره اوسېدی
او کله ناکله به مکې مکرمې ته د هاجر رضي هللا
عنها او اسماعيل عليه السالم و پوښتني ته ورتلی،
هللا جل جالله و هاجر رضي هللا عنها او اسماعيل
عليه السالم ته د زمزم د اوبو چېنه وبهېوله او
پر همدا اوبو د يمن د جرهم قبېلې څو کورنه هم
ورسره ټېک سول ،همدا ماشوم ،چي داسي سن ته
ورسېدی ،چي د خپل پالر سره يې تګ او راتګ
کوالی سوای ،عمر يې د اوو کلنو يا لسو کلنو په
شاه وخوا کي سو ،پدې سن او سال کي اوالد پر مور
او پالر تر بل هر وخت ډېر ګران وي ،او تر بل هر
وخت يې سترګي په خونکي کيږي ،همدا يو زوی يې
وو او د هغه څخه به په مياشتو مياشتو مسافر هم
وو ،ځکه ابراهيم عليه السالم به د هللا جل جالله په
حکم زيات وخت په شام کي ؤ او د لږوخت لپاره به
پر هاجر رضي هللا عنها او اسماعل عليه السالم
راګرځېدی ،په دا وخت کي ابراهيم عليه السالم د
يو بل ستر ازمايښت سره مخ سو ،هغه داچي همدا
يو بچی چي ده درلودى او ډېر ورته محبوب ؤ او هم
به يې ډېر وخت په پردېسي کي شپې او ورځي ځني
تېرولې د هللا جل جالله د رضا لپاره حالل کړي،
ابراهيم عليه السالم دا الهي حکم د خپل زوی سره
شريک کړ ترڅو د خپل سپېڅلي بچي غبرګون ددې
ستر ازمايښت په وړاندي ځان ته معلوم کړي ،هللا
جل جالله په قرآن کريم کي د خپل رښتني خليل او د
هغه د موفق بچي غبرګون ددې ستر ازمايښت په
وړاندي داسي بيان کړی دئ ،چي ابراهيم عليه
يَا بُنَ َّي إِنِّي أَ َرى فِي :السالم خپل زوی ته وويل
.ا ْل َمنَ ِام أَنِّي أَ ْذبَ ُح َك فَا ْنظُ ْر َما َذا تَ َرى
ژباړه :اې زما زوی کيه ! ما په خوب کي وليدل. ،
چي زه تا حاللوم نو ته وګوره چي ستا څه نظر دی
؟
هللاِ صلی هللا عليه وسلم ؟نو فَ َما لَنَا فِي َها يَا َر ُ
سو َل َّ
موږ لره پدې قربانۍ کولو کي څه اجوره راکول
کېږي؟ رسول هللا صلی هللا عليه وسلم ورته وويل
سنَةٌ : ابن ماجه ) پر هر ورېښته يې ( بِ ُك ِّل َ
ش َع َر ٍة َح َ
.نيکي درکول کېږي
و باهلل توفيق