Professional Documents
Culture Documents
ترټولو نوی نوی مونوګراف فنجیان
ترټولو نوی نوی مونوګراف فنجیان
ترټولو نوی نوی مونوګراف فنجیان
د maycologyکلمه يا اصطالح له دوو کليمو څخه ترکيب شوي ده چه په التيني يا يوناني ژبه (
)mykesپه معني د قارچ يا پوڅکۍ او ( )logyعلم يا پوهي ته ويل کيږي
قارچ پيژندنه يوناني منشا لري او په حقيقت کي داسي علم دي چي دقارچونو ( )fungiپيژندنه او څيړنه تر
سره کوي .
چي مفرد يي fungusدي اودوي دژونديو موجوداتو دلويو ګروپونوڅخه دي ،چي دکوچني ذره بيني
شکلونو څخه بيا تر هغه شکلونوچي دغير مسلح (عادي) سترګو پواسطه دليدلووړوي ،تر مطالعي الندي
نيسي.
نو مايکولوژي داسي تعريفوو :چي عبارت له هغه علمه څخه ده چي دقارچونو مارفولوجي وراثت
اوتکثرخپريدل او اهميت دانسانانوپه ژوندانه اوتوليدي فعاليتونوکي مطالعه کوي.
1
مايکولوجي دنباتاتو دپوهي ديوي څانګي په توګه پيل سوه او دليږ وخت په تيريدو سره دځانګړي علم په
توګه چي ځانته دځانګړي اوجالتحقيقاتي موضوع لرونيکي دي پراختيا ومونده .
ددي عصر مايکولوژي داړوندو علومودڅوڅانګوپه توګه تشکيل سوي ده چي عبارت دي له
طبي عمومي مايکولوژي ،ابي مايکولوژي ،دخاوري مايکولوژي ،تخنيکي مايکولوژي او داسي نور.....
پدي ځاي کي الزمه ده چي تر هرڅه دمخ ه دهغ ه موجودات و پ ه هکل ه چي دم ايکولوژي دپ وهي ت ر بحث
الندي دي پيل وکړو.
Fungus (pl.Fungi):
عبارت دهغه ژوندي اجساموله ډلي څخه دي چي بي له کلوروفيل خپله غذا نسي جوړوالي ريښي ساقي
څخه عبارت دي اوسپورونه توليدوي په زوجي او غير زوجي توګه تکثر کوي چي جحرات يي دحقيقي
هستي لرونکي دي او جسم يي دکوچني لوله يي شکله تارونويعني Hyphaيا Myceliumڅخه جوړ
سويده او دحجروي ديوال په واسطه احاطه شويده او همدارنګه ددوي دبدن دنمويي حجراتوديوال او
دحجراتوکيمياوي ساختمان دسلولوز يا کايتين يا له دواړو څخه جوړ سوي دي .
۱ـ له دوي څخه دغذايي موادو په توګه استفاده کيږي ،مثال خوړونکي مرخيړي چي ده
Agaricusbispirusپه نامه ياديږي چي په تجارتي توګه کرل کيږي او بازار ته عرضه کيږي .
۲ـ دغذايي موادو په جوړولو کي دانسانانو او حيواناتو لپاره په کار وړل کيږي ،مثال دپنير او ډوډي په
جوړولوکي له هغه څخه استفاده کيږي .
۳ـ دانساني او حيواني ناروغيودعامل په توګه چي داقتصادي اهميت لرونکي دي پيژندل کيږي.
۴ـ دغذايي موادو په خرابوالي لکه :شيدي ،غوښي اوداسي نوروکي مهم رول لري .
۵ـ دلرګي ،پنبه ،وړي،څرمن او داسي نورو موادو په تجزيه او تخريب کي ونډه لري .
2
۶ـ دجينيتيکي مطالعاتو لپاره بهترينه وسيله شميرل کيږي ،ځکه چي سريع وده لري او په ليږوخت کي
څونسله السته راځي ،کم يا محدودي ساحي ته اړتيا لري او همدارنګه نسبتا َ ساده سامان االتو ته ضرورت
لري.
:دقارچونو خصوصيات
دقارچونودمطالعي په هکله دڅيړنوپراختيا پدي وروستيوکلونو کي مرسته کړيده چي تر څو زموږمعلومات
دهغوي دساختماني خصوصيات اوفزيولوژيکي فعاليتونو په هکله پراختيا ومومي .په نتيجه کي ثابته شوه
چي قارچونه دنباتي ارګانيزمونو دمستقيل ګروپ په توګه دډيرو مشخصه خصوصياتولرونکي دي .موږ
اوس په يقين سره کوالي شودقارچونو دالندي خصوصياتو يادونه وکړو:
۱ـ دکلوروفيل دموجوديت نشتون ،قارچونه معموالَ د Hetrotrophپه توګه تغذيه کوالي شي ،قارچونه
دفعال ميتابوليکي پروسي لرونکي دي .قارچونه د Parasiteاو Saprophyteپر انواعو مشتميل دي.
پرازيټونه پرژونديو ارګانيزمونو تغذيه کوي اويا داچي دتغذيوي منابعودمغلقومرکباتو اوموادو په موجوديت
په ذريعه وسطونوکي وده کوالي شي .
سپيروفايتونه اکثراً هغه عضوي موادچي دومره مغلق نه وي دکاربن اونايتروجن دمنبع په توګه داستفادي
وړګرځوي.
همدارنګه ددغه دووګروپونوپه منځ کي بين البيني شکلونه يعني اختياري سفيروفيتونه او او پرازيټونه هم
موجود دي .
۲ـ نموئي بدن تقريبا ً په اکثروقارچونوکي عبارت له مايسيليم Myceliumڅخه دي چي مشتميل په کوچيني
مايکروسکوپيک ريشتي ( Hypha )Pl.Hyphaeدي ،چي مجموعه ددغو رشتو(هايفاوي)سره يوځاي
کيږي او يوداسي جسم چه په غيري مسلح سترګودليدلو وړ وي ،جوړوي .او يا ده ( )Pl.Mycelia
Myceliumپه نامه ياديږي.
۳ـ قارچونه دزوجي اوغير زوجي تکثر مختلفي وړتياوي لري البته ددوي اکثريت غړي دغيري زوجي
تکثرفوق العاده وړتيا لري .
۴ـ قارچونه په طبيعت او دانسانانوورځني فعاليتونوکي دموادوپه دوران کي عمده رول لوبوي .د رواني
پيړي په ۴۰او ۵۰کلونو کي دبيوشيميستانواو فزيولوجيستانودقارچونومتابوليکي فعاليتونو مطالعه يي پيل
کړله ،په نتيجه کي معلومه شوه چي قارچونه توانيدلي شي تر څوفعال بيولوژيکي مواد جوړ کړي چي
کامالً نوي وي او دپوهي په ډګر کي مخکي موجوده نه وه اونه کوم بل ارګانيزم هغه توليدوالي شواي .
دغه ترکيب کيداي شي دقارچونواکثريتو انواعو پواسطه نه يواخي په طبعي ذريعه وسطونو کي بلکه په
عادي ذرعيه وسطونوکي چي دمنرالي او قندي موادو لرونکي وي ،ترسره سي.
3
دقارچونودغه وړتيا لمړي ځل په Penceilliumnotum Penecilliumchrysogenumچه پنسيلين
توليدوي ،داستفادي وړ ګرځيدالي شي .دغه مواد دنوي کيمياوي مرکباتو له جملي څخه وو چي دمغلق
ساختمان لرونکي او دخورا زياتو بيولوژيکي فعاليتونو لرونکي دي .له بله پلوه ثابته شوي ده چي قارچونه
ددي وړتيا لري تر څو هغه مواد چي استفاده له هغه څخه مشکله ده دمثال په توګه دهايدروکاربونونوله
مختلفوانواعو ،مصنوعي مواد ،ډير عضوي او منرالي موادو څخه استفاده وکړي.
قارچونه دشديدو زيانونو باعث ګرځي .مثالً هغوي دحيواني محصوالتواو غذايي موادو دزيرمي په وخت
کي دورستيدو سبب،دانساني،حيواني او نباتي ناروغۍ .دډيروصنعتي وسايلواو موادو دزنګ وهلوباعث
ګرځي .دغه پيښه په دي خاطرواقع کيږي چي په قارچونو کي اوکسيدکوونکي قوي سيستم په ډيره انرژي
اوکسيدکونکي مواد موجود دي ،هغه حيواني محصوالت او غذايي موادهغه قارچونوپواسطه چي دکسيس
دتوليد توان لري مصاب شي دانساني او اهلي حيواناتودخطرناکو ناروغيو باعث ګرځي .
او همدارنګه استفاده له قارچونو څخه دبيرته راګرځيدو په عمل کي هره ورځ وړ خبرتيامومي.
:دقارچونوتغذيه او وده
قارچونه په خپله يواځي توګه خپله غذا نشي تهيه کوالي بلکه تهيه شوي غذا څخه استفاده کوي او
دضرورت وړ پروتين له عضوي،غيري عضوي موادو ،نايتروجن،کاربوهايدريتونه لکه :سکروز،مالتوز
او ګلوکوزمنرالونو څخه السته راوړي.
هغو مايکرو اورګانيزمونو ته ويل کيږي چي يواځي او يواخي له حيه اجساموڅخه تغذيه کوالي شي .دحيه
جسم په نه شتون دهغوي ژوندهم غير ممکن دي.
4
عبارت له هغه حيه اجساموڅخه دي چي يواځي او يواځي دمړه عضوي موادو څخه تغذيه کوي .په هغه
صورت کي مړه عضوي موادو څخه تغذيه کوي په هغه صورت کي مړه عضوي مواد موجودنه وي
دهغوي ژوند ناممکن دي.
عبارت له هغه حيه اجساموڅخه دي چي په حقيقت کي سپيروفيت دي يعني په نارمل توګه له مړه عضوي
موادو څخه تغذيه کوي اوکه چيري ددوي دتغذيي لپاره مړه عضوي مواد په الس رسي کي قرارونه نيسي،
دوي کوالي شي پرازيټي ژوندغوره کړي.
عبارت له هغه قارچونو څخه دي چي په نارمله توګه پرازيټي ژوند لري اما په هغه صورت کي چي
پرازيټي ژوند دوي ته محيا نه شي نو دوي کوالي شي دسيپروفيت په توګه له مړه عضوي موادو څخه هم
استفاده وکړي.
دپرازيتي قارچونو مايسيليم خپل داړتيا وړ غذايي موادو دتامين لپاره ،دکوربه دسطحي په مخ شنه کيږي او
يا دا چي اکثراً دهغه انساجو کي داخليږي يعني نفوذ کوي ،د( Intercellularبين الحجروي) په شکل
دکوربه په حجراتو کي وده کوي او يا د ( Interacellularداخل الحجروي) يعني دکوربه دحجروپه داخل
کي وده کوي.
که چيري دقارچ مايسيليم بين الحجروي وي ،نوموړي قارچ خپله غذا دکوربه دحجري له حجروي غشاء يا
پردي له الري جذبوي او که چيري مايسيليم دحجري په داخل کي نفوذ وکړي ،مايسيليم توليدونکي هايفا
سطحه مستقيما ً دکوربه دحجري سايتوپالزم سره تماس حاصلوي،او په دي توګه دحجري داخلي مواد
دمايسيليم پواسطه جذبيږي.
عموما ً اجباري پرازيتي قارچونه خپل غذايي مواد دکوربه له حجراتو څخه دزبيښونکو ساختمانونو (
)HaustoriumPL.Haustoriaپواسطه جذبيږي .هستوريم دهغه کوچيني سوري له الري چي دحجري
په غشاء کي منځته راځي ،حجري ته داخليږي اود غذايي مواد دجذب عمليه سرته رسو.
همدارنګه قارچونه هغه منابع چي دغذايي موادو په توګه داستفادي وړ ګرځوي په الندي توګه دي.
او همدارنګه دقارچونو ځانګړي انواعي ياد داښت شوي دي چي چي داټومو سفيردنايتروجن دنصب توان
لري مثالً Aspergillus_Mycogonenigra :ـTrichodermligonorumـ
Stemphilliumverruculosum،Chaelomiumglobusumاو داسي نور.
اوديو شمير نورو اټوموسفيري نايتروجن نصب دنوموړي قارچونو پواسطه هغه وخت واقع کيږي چي
سلولوزدکاربن ديواځينۍ منبع په توګه ددوي داستفادي وړ ګرځي.
منرالي مواد ضروري دي .قارچونه يو شمير منرالي مواد په زيات غلظت سره ضرورت لري چي د (
Macroelements )C,O2,H,Nبرسيره Fe,Mg,Ca,K,P,Sهم تعلق لري ،په نامه ياديږي او هغه
منرالي عناصر چي به ليږغلظت سره ضروري دي د Microelementsپه نامه ياديږي چي عبارت ده
له Mn,Mu,Zn,Cu,Co,Ni,Buاو يو شمير نور عناصر په برکي نيسي.
6
ب : Vitaminooxoautotrophs :عبارت له هغه قارچونو څخه دي چي په ذريعه وسطونو کي دودي په
جريان کي خپل دضرورت وړ ويټامينونو دترکيب توان ولري.
اکثراً فرازيټ نوعه قارچونه په دغه ګروپ پوري اړه لري .او ډير سيپروفيتي نوعي قارچونه په لمړني
ګروپ پوري اړه لري.
اکثريت قارچونه له (۳۵ـ)۰درجي دسانتيګريډ تودوخه کي وده کوي .مګر دقارچونو دودي لپاره مناسبه
تودوخه له (۳۰ـ)۲۰درجي دسانتيګريډ راپور ورکول شوي دي او همدارنګه ځيني قارچونه شته چي تر (
۱۹۵ـ)درجي دسانتيګريډ دڅوساعتونو لپاره ژوندي پاته کيدالي شي که څه هم نور دقارچونو دژوندانه
لپاره ضروري ندي ولي بعضا ً دسپورونو دتوليد او ازاديدو او دکوربه دمصابولو لپاره نور ضروري ګڼل
کيږي.
شکل ۱-
7
عبارت له څوهستوي،جال ماننده جوړشت څخه دي چي دهغه پروتوپالزم دحجروي ديوال پواسطه
راچاپيره شوي دي .دهايفاومجموعه دمايسيليم په نامه ياديږي .
په ځينو قارچونو کي هايفاوي دعرضي بندکونو پواسطه ويشل شوي وي چي سايتوپالزم او هسته ددغه
ديوال په الري نورو حجراتو ته او دهغه څوکنۍ برخي ( )Apeksچي د ودي په حال کي وي ،تيريدالي
شي .او همدارنګه داسي قارچونه هم موجود دي چي دهغوي هايفاوي بي له عرضي جداره وي.
عرضي بندکونه د ( )Septumپه نامه ياديږي او بندک لرونکي مايسيليم د SeptateMyceliumاو بيله
بندکه د CoenocyticMyceliumپه نامه ياديږي.
دقارچ هسته په واضح توګه ترتيب سوي او دمشخص غشاء په واسطه راچاپير شوي ده دهستوي اجزاوو
دجوړښت په اساس قارچونه په Eukaryotesپوري تعلق لري.
حجروي غشاء :Cell Wall
دحجروي غشاء ډيري دندي دقارچونو په اړوند ځانګړي عوامل لکه :دقارچي حجري تماس دخارجي
محيط سره دي .هغوي عبارت دي له نمويي انکشاف ،دموادوتسخير،تکثير،خپريدل او دقارچونو ژوندي
پاته کيدل ،دټولونباتي او حيواني اورګانيزمونو سره دپرازيتيکي قارچونو اړيکي،دقارچونو طبقه
بندي،دحجراتو شکل او داسي نور دي.
8
پروتو پالست :Protoplasteپروتو پالستونه دحجري کروي اشکالو څخه عبارت دي،چي بيله غشاء
څخه وي او داوسموتيکي شوک په مقابل کي حساس وي په هغوکي ميتابوليکي عمليات او داحياء او ترميم
قابليت له ځانګړي خواصوڅخه شميرل کيږي.
دنوموړي غشاء له مهموخواصو څخه دټاکلي موادو نفوذ قابليت دحجري داخل ته او له هغه ځايه خارج ته
دي .
هستـــــه (:)Necleus
هسته په اکثرو قارچونو کي دکوچني جسامت لرونکي وي (ترڅومايکرون) معموالً مدور او بعضا ً اوږد
وي او په مختلف شکلونو ليدل کيږي دقارچونو دهايفا حجري يو يا څو هستي
لرونکي وي .په فايکومايسيتونو Phycomycetesکي چي ښه انکشاف کړي وي معموالً دهغه مايسليم
بيله بنده وي ډير شمير هستوي حجري لري ،سره له دغه چي ډير شمير کيتروديومايسيتونه يو هستوي دي
په کيسه يي قارچونو کي په ( )Erusiphaceaeکي حجرات يو هستوي ،اما معموالً حجرات څو هستوي
وي .په بسيديايي قارچونو کي حجري يو هستوي يا څوهستوي وي چي دا ودي په مرحلي پوري اړه لري
اکثراً چي قارچ مسن وي ،په هغه صورت کي يو هستوي په څو هستوي تبديليږي .دحجروي هستي سايز
په اوسطه توګه ۳ـ ۲مايکرانه قطر لري په داسي حال کي چي په يو شمير لمړني نسلونو کي هسته ۱۰
مايکرونو ته ريسږي يواځي په Synchytrimکي هسته تر ۸۰مايکرونه پوري رسيږي.
دکښت په صورت کي په هغه زرعيه وسط کي چي په هغه کي ۵۰فيصده ګلوکوز عالوه شوي وي ،د
Soccharomycaceravisiaeپه حجراتو کي له ۳څخه تر ۸مايتوکاندريا ليدل شوي ده او د ۱۰۰فيصده
ګلوکوز دعالوه کولو په صورت کي ۱۰تر ۲۰مايتوکاندريا وليدل شوه .اما دغير هوازي شرايط دکښت په
صورت کي مايتوکاندريا نه ده ليدل شوي.
مايتو کاندريا سربيره پروتين DNAهم لري اما دغه DNAدهستوي DNAڅخه فرق لري.
دغه جوړښټ کوالي شي دانقسام يا جوانه ( )Buddingپواسطه توليد مثل وکړي .دنوموړي جوړښت سور
له ۰.۵څخه تر ۰،۸ملي مايکرون ته او دهغوي اوږدوالي له يو مايکرون څخه تر څو مايکرونو پوري
9
رسيږي اکثريت قارچي حجري تر ۱۰۰شمير مايتوکاندريا لري اما يو شمير سپورونه او ځيني ځانګړي
حجرات يواځي يو عدد مايتوکاندريا لري.
رايبوزم (:)Ribosomes
رايبوزمونه هغه جوړښتونه دي چي دپروتين په جوړښت کي شامل دي .ددوي شمير ترکيبي اجزاوي
RNAدي چي دپروتين سره په هستچه او يا دهستي به کالهک کي ذخيره کيږي تعضا ً رايبوزمونه په
ټول سايتوپالزم کي خپاره وي اما دهغوي شرکت دممبران اندوپالزميک ريتوکولم سره نښتي وي
همدارنګه کوالي سو دوي په مايتوکاندريا او کلورو پالستونوکي پيداکړو.
ګاليکوجن معموالً په حجره کي يو شان ته دکوچني ګرانيولونو په شکل په ټول سايتوپالزم کي ويشل شوي
دي دهايفا څوکه چي دودي په حال کي دي بيله ګاليکوجن وي.
هسته دغشاء لرونکي وي چي په هغه کي دکروماتيني سلسلي ځنځيرونه او معموالً يوه هستچه موجوده ده.
10
مثالً :يوه هسته بيله وقفي ويشل کيږي په داسي حال کي چي بل يو داستراحت په حال کي قرار لري.
دمايتوسيز دويش په وخت کي په اکثرو قارچونو کي دهستي غشاء محفوظ پاته کيږي او دمايوسس په ويش
کي چي پس له مايتوسس واقع کيږي دغه غشاء نه معلوميږي.
په بي له بنده هايفا کي دقارچونو دمختلف انواعو په جال جال حجراتو کي له ۳-۱تر ۱۰هستيتر سترګو
کيږي .دمثال په توګه د Neurosporacrassaپه حجراتو کي تر ۱۰۰پوري هستي ليدل شوي دي.
دهستو شمير په سپورونو او کونيدياوء کي هم تر يو اندازي متغيردي ،او هغه هم دنوعي ارثي
خصوصياتو،فزيولوژيکي حالت ،دکښت شرايط اونورو عواملو پوري اړه لري اکثراً د عادي قارچونوپه
کونيديا اويو حجروي مايسيليم د ودي په جريان کي دهايفاوو په حجراتوکي څو هستي ليدل شوي دي .دمثال
په توګه د Colletotrichumfalkatumپه ځوان او نارس کونيديا کي يوه هسته ساتل کيږي چي په مرکز
کي قرار نيسي څوهستوي يواځي دمايسليم له ودي څخه ليدل کيږي.
دقارچونودهايفاوْ په داخل کي دسايتوپالزم دحرکت په ترڅ کي هسته دنوي حجري دتشکيل نه مخکي د ودي
په حال کي کونيديا څخه د ودئيزميلي سرحدي برخوته انتقال مومي هستي کوالي شي له اصلي هايفاوْ څخه
دجانبي هايفاوْ انشعاباتو ته ،له کونيديوفورونوڅخه وه کونيديا ته مهاجرت وکړي .
په بيله بنده هايفاوْ کي هستي کوالي شي دودي په حال برخو کي وي او يا دهغه برعکس حرکت وکړي،
دبندلرونکي هايفاوْ هستي له يوي حجري څخه وبلي حجري ته انتقال موندالي شي .دهستو دمهاجرت په
وخت کي دقارچونوله يوي حجري څخه بلي حجري ته ناببره شرايط دهغوي دګډ اړيکي دسايتوپالزم سره
دميتابوليکي عملياتو مخته بيولو په خاطر منځته راځي دغه پيښه په خپل وار سره په قارچونو کي دپام وړ
تغيراتو دمنځته راتګ دعامل په توګه شميرل کيږي.
مايتوکاندريا (:)Mitochondria
مايتوکانداريا په حجراتوکي دانرژي توليدونکي منبع څخه عبارت دي په حجراتوکي دوي بيضوي شکله
جوړښتونه دي چي دحجري په سايتوپالزم کي په دوامداره توګه په حرکت کي وي اودحجري دنورو
ساختمانونو سره تماس حاصلوي دوي ديوه قشره يا دوه قشره ديوالونو پواسطه پوښل سوي وي او دکيسي
داخلي برخي ساتي.
دکښت شريط اودحجري فزيولوژيکي حالت په اړوند دمايتوکاندرياو شکل او دهغوي شمير په حجره کي
تغير مومي .د ودي دنامساعده شرايطو په صورت کي مايتوکاندريا جال ماننده شکل غوره کوي او
همدارنګه ډير کوچني دهايفا دودي په اخري ټکي کي موجود دي.
11
يو استوانه اي شکله تيوب دي چي معموالً ۱۰-۵مايکرونه سورلري .دکښت په وخت کي هايفا لږ
تغيرمومي هايفاکيداي شي چي بي له بنده وي چي په دي صورت کي د (Aseptate )Coenocyitic
Hyphaپه نامه ياديږي،او په هغه صورت کي چي پروتوپالزم دعرضي جدارونو پواسطه ويشل شوي
دي د SeptateHyphaپه نامه ياديږي
بي له بنده هايفا د Phycomycetesدټولګي خاصه ده ،او بند لرونکي هايفا اکثريت د کيسه بسيديائي ،او
ناقصوقارچونو خاصه ده.
دحجري اوږدوالي يعني د دوو عرضي ديوالونو تر منځ فاصله .په مختلفو قارچونو کي توپير لري او په
سن او دکښت شرايطو پوري مربوط کيږي .په حقيقت کي عرضي ديوار په مشخصه فاصله دهايفا له
اخري برخي څخه منځته راځي دڅوکني فرګمنټ سايز معموالً نسبت نوروحجراتو ته ډيروي.
دهايفا عرضي ديوال دسوري درلودنکي دي چي له هغي الري سايتوپالزم دنمو په فعال برخو کي
داخليږي.
مايسليم :Mycelium
دهايفا له مغلق اوپيچلي سيستم څخه عبارت دي يا په بل عبارت دهايفا له مجموعي څخه دي چي دقارچ
جسم تشکيلوي.
کالوني :Collony
دقارچونودعمده هايفاوْ او دهغومتعدد ښاخونه،له پاسنۍ حجري (سپور) له سطحي دوئيز شکله څخه عبارت
دي .هايفاوي په موادو کي کوالي شي دپاسني حجري (ابتدايي،اولي ،کښتي) له مرکزڅخه خپاره شي او
دتحتاني طبقي دمايسيليم،او په هوايي مايسيليم دتشکيل باعث وګرځي.
12
۴ـــــ شکل دقارچونو مختلف شکلونه
کلميدوسپور :Chlamydospore
هر کله دهايفا حجرات مخکي له جال کيدو پرځان راوپيچل شي او پنډ حجروي ديوال تشکيل کړي او
درکود په حال کي سپور دنده ترسره کړي.دکلميدوسپور په نامه ياديږي.
په نباتي ناروغونکي قارچي عاملينوکي اکثراً کلميدو سپورنه دقارچ دژوندپه دوران کي دفوق العاده
مقاومواشکالوله جملي څخه دنامساعدوعواملوپه مقابل کي شميرل کيږي ،چي دغه په خپله دهغه ژوندي
پاته کيدل په ځمکه کي برابر وي.
سکلروشيا :Sclerotia
داکثرو قارچونو حجروي او رکودي ارګان دي ،چي اکثراً تور رنګ غوره کوي دهايفا د حجراتوپنډه طبقه
دسکلروشياپه بهرنۍ سطحه دنسبتا ً نازک طبقي پرشااوخوا قرار نيولي دي،
سکلروشيا معموالً کروي او اکثراً نامنظم شکل لري سکلروشيا دغير مساعدو عواملو په مقابل کي مقاوم
دي .په قارچي نباتي پتوجنونو کي ،سکلرشيا دکوربه په مصابحوانساجو کي تشکيليږي او
دپرازيتونودژوندي پاتي کيدلو توان په خاوره کي حتي دنباتي بقايا ٌو دلويدلو نه وروسته اودهغو ازاديدل له
نباتي انساجو څخه مساعدوي .دمثال په توګه :دميکروسکلرشيا دتشکيل په نسبت Verticilliumdahlia ،
Verticilliumalbaدپنبي دمړاوي کيدو عامل اونور نباتاتوکي دناروغۍ دخپريدو باعث ګرځي.
:Stroma ستروما
چي دهايفاو له يو نموئي بافته څخه عبارت دي چي ددوشک يا بالش ډوله جوړښت لري او د هغه په داخل
يا سطحه کي جنسي اعضاوي موجودي وي،چي متشکل له سپورنو څخه دي.
13
ستروما دقارچونو توليد مثل داعضا ًو دحفاظت دنده هم تر سره کوي.
رايزومورف :Rhizomorph
دهايفاوء ديولويي غونچي يا ګيډي څخه دي،چي دپام وړ ضخامت لرونکي تر څو ملي مترو پوري دي.او
ديواندازه داخلي تفريحي خصوصياتو لرونکي وي او له هغه بهرني حجره پنډي وي او معموالً داخلي
حجري چي نازک حجروي ديوال لري او دغذايي موادو په انتقال او ذخيره کي دنده ترسره کوي،ساتي يي.
د Basidiomycetesدټولګۍ دځينو قارچونو رايزومورف ترڅو مترو پوري رسيږي.
هستوريم :Hastorium
14
په هغه قارچونوکي چي ددوي مايسيليم په بين الحجروي توګه وده لري نو دضرورت وړ غذا تر السه کولو
لپاره ذبيښونکي ساختمان توليدوي چي هستورياوي دقارچونو له نموئي اعضاو څخه توليديږي او دحجروي
ديوال له الري دکوچني حجراتو دتوليد په ذريعه کوربه حجراتو کي داخليږي او غذايي مواد السته راوړي.
اپرسوريم :Apperessorium
دنباتاتو دمصابيت په لمړني پړاو کي نموئي تيوب يا منشعب هايفا پاړسوب پيداکوي چي دهغه په مرسته
قارچ خپل ځان په موادو(مصاب انساجو) کي نښلوي.
هايفوپوديم :Hyphopodium
که چيري اپريسوريم منظم شکل او ثابت اندازه تعقيب کړي ،دهايفو پوديم په نامه ياديږي.هايفوپوديم
دکورنۍ ،جنسونو او حتي سپيشزونو دتشخيص لپاره ډيره ښه وسيله ده.
15
ساينيما :Synnema
ډير يي قارچونه دځانګړي هايفا په شکل چي له مرکز څخه دشعاعاتو په توګه خپريږي ،وده نه کوي ،بلکه
په موازي توګه يو دبل تر څنګ وده کوي او يو پنډ نوار تشکيلوي چي بيله مايکروسکوپ دمرستي څخه
دليدلو وړدي ،داسي نوارونه (فيتي) دساينيماتا په نامه ياديږي.
سټولون :Stolone
عبارت له هغه هايفاوو څخه دي چي موادو سره دتماس په ټکو کي درايزوئيد Rhizoidاو سپورنجيو
فورونو دتوليد باعث ګرځي.
16
هر کله چي دکوربه اپيدرمس تر بريد الندي قرارونيول اوقارچونه دحجري ديوال داخل طرف ته نفوذ
وکړي،پرازيټ قارچونه معموالً يوکوچني هايفا منځ ته راوړي .په دي وخت کي دکوربه حجرات په خپل
ديوال کي يوغير معمولي پاړسوب منځته راوړي چي د Lignituberپه نامه ياديږي.
دقارچونومعمولي جوړښتونه هم دنفوذ په ټکوکي تغير مومي .اپريسوريم ډوله کوچني ضمايم منځته
راوړي .دغه جوړښت د Lumenپه برخه کي منشعب يا مارپيچي کيږي.
تکثري اعضاوي:
په يو شمير آپزي قارچونو کي دسپورونو توليد هغه وخت پيل کيږي چي ددوي تلس يو ټاکلي جسامت ته
ورسيږي.
په ځينو حاالتو کي څرګند شويدي چي دغه عمليه دمشخصو هارمونونو پواسطه پيل کيږي .غير زوجي
باردهي ساختمانونه له زو سپورنجيم Zoosporangiumڅخه عبارت دي ،چي فالجيال لرونکي خوځنده
يا متحرک زوسپورونه يا Planosporesازادوي ،غير متحرک او غيري زوجي سپورونه په سپورنجياکي
17
توليديږي ،چي د Zygomycetesدځانګړتيا خصوصياتو ده اما د (Oomycetes، )Perenosporales
) (Chytridiomycetes)، (Trichomycetesپه يو شمير اعضاوکي هم پيدا شوي دي.
کونيديا او غيري زوجي سپورونه سربيره يا په منځ کي دخاص او مغلق ساختمانونه لکه زوسپورنجيا،
کونيدوفورونه ،باردهي اجسام او داسي نورو باندي منځته راځي.
سپورنجيا :Sporangia
عبارت له هغه حجراتو څخه دي چي ددوي په منځ کي معموالً ډير شمير او ندرتا ً يو عدد سپور توليديږي.
سپورنجيا زوجي دنده په غاړه لري ،او معموالً دګميټ انجيا Gametangiaپه نامه ياديږي.
اسکوسپورونه اوبسيدوسپورونه معموالً دتقسيم تنقيصي يعني Miosesنه وروسته په ځانګړي سپورنجيا
لکه ( Ascusاو )Basidiumکي توليديږي.
کونيديا :Conidia
دغير زوجي او غير متحرک سپورونو څخه عبارت دي چي دقارچونوپه خپريدوکي مهمه دنده لري
کونيدياوي اکثراً مشخص شکل لري او دناحيي ټولو حجراتوڅخه توپير کيږي.
18
Thallic conidia (Orthrospore, Thallospoere, Arthroconidia) .1
چه په خاصه توګه موجوده هايفاوي په کوچني واحدونو ويشل کيږي او هر نوموړي واحد کونيديا جوړوي.
پورته دغه دوه اساسي اشکالو په منځ کي نور متفاوت شکلونه هم وجود لري چي دهغوي نامګذاري ډير
متفاوت دي.
دکونيديا دمختلفو انواعو تشريح دناقصو قارچونو په ټولګۍ کي ترسره کيږي څرنګه چي دقارچونو عمومي
خواص دهر يو پورته ذکر شوي کونيدياوء دتشکيل په وخت کي اساس ي ب دلون ن ه م ومي ،ن و ل ه دي کبل ه
ځيني وختونه مشکل دي چي ددغو دوو نوعو په منځ کي فاضل خط ترسيم کړو.
زيات شمير قارچونه څوناقصي مرحلي لري .دمثال په توګه په Dermotophytesکي کوچني يو حجروي
کونيديا( )Microدلوي ( )Macroعرضي جدار لرونکي کونيديا په څنګ کي منځته راځي .ځيني نور
قارچونه خپل مکرو اومايکروکونيدياوي په نورو طريقو تشکيلوي .يو شمير زيات قارچونه دکونيديايي يوه
مرحله لرونکي يابيله هغه وي.
کونيديا اصالً له کونيديو فور څخه نه راځي،بلکي له مخصوصوحجراتو څخه منځته راځي چي
دکونيديوجنس Conidiogenousپه نامه ياديږي.
ستروماتا :Stromata
19
که چيري ميکروشيم ډوله مغلق ارګانونه دڅو باردهي ساختمانونو اويا باردهي قشرونو لرونکي وي،دغه
ټول ذکرشوي ساختمانونه دستروماتا په نوم ياديږي.
ياپه بله اصطالح،هغه جوړښتونه چي دسپورونوبشپړه قشرسره له باردهي ساختمانونو په خپل ځان کي
تشکيل کړي ،دستوماتا په نوم ياديږي.
تــــــکــــــــــثر او وراثــــــــــت
ديو نوي موجود پيدايښت چي ديوي نوعي يا سپيشز ټول صفات او مشخصات ولري د توليد مثل په نامه
ياديږي .دمثل توليد په طبيعت کي په دوه ډوله غير زوجي ( )Asexualاو زوجي ( )Sexualسرته
رسيږي.هغه قارچونه چي يواځي دغيرزوجي تکثر توان لري د Anumorpheپه نامه ياديږي اوهغه
قارچونه چي يواځي دغير زوجي تکثر توان لري د Telemorpheپه نامه ياديږي اوهغه قارچونه چي فقط
دزوجي تکثر توان لري د Holomorpheقارچونو په نامه ياديږي غيرزوجي تکثر کي چي دسوماتيک يا
بدني ( )Somatic or Vegetativeودي نامه هم ياديږي په هغه کي جنسي سلولونه يا اعضاوي دخالت نه
لري بلکي تکثر دسپوريا سپوري سلول په واسطه سرته رسيږي.دسپورونو عمل دعالي نباتاتو دتخمونو په
شان وي صرف په دي توپير سره چي سپور بيله جنين دي .زوجي سلولونه ياګاميټونو Gamatesپه وسيله
تر سره کيږي ګاميت وهغه سلول ته ويل کيږي چي دفزيولوژيکي خواصو له پلوه دهغه سلول سره چي يو
20
ځاي کيږي،غير مشابه وي،چي بااالخره ددي يو ځاي کيدو نتيجه دسايتوپالزم او ددوګاميتونودهستوالحاق
او اختالط او دواحد سلول منځته راتګ چي دتخمي سلول يا زايګوټ په نامه ياديږي ،دي.
په زوجي يا غير زوجي تکثر کي دځينوقارچونوپه انواعوکي ممکن دي چي ټول هايفا په يو يا څو تکثري
اعضاوو بدل شي چي داډول قارچونو کي تکثري اعضاوي ديو يا څو نموئي حجراتو له تغير شکله منځته
راځي او نور پاته سلولونه خپل ودئيز فعاليت ته ادامه ورکوي چي دا ډول قارچونو ته يو کاريوپيک
Eucarpicقارچونه وايي بنا پر دغه په هلوکارپيک قارچونه په قارچونوکي ظاهري اختالف له يو
کارپيک څخه لږدي او له دي کبله د دوي پيژندل هم يو څه مشکل دي .هلوکارپيک قارچونه نسبت وه يو
کارپيک ته پست تر(ټيټ) دي.
په عامه توګه په قارچونوکي دغير زوجي تکثرمفهوم عبارت له يو نوي نسل منځته راتګ بيله دهستو
دوحدت څخه دي .دمثال په توګه :ديوحجروي اجساموويش په دوه دختري حجري يا دڅوحجروي
تلسونوويش په کوچنيو ټوټو ،چي هر يوتر مساعد محيطي شرايطو الندي وده کوالي شي اويو نوي جسم
منځته راوړي .نو په دي اساس دقارچونو غير زوجي تکثر طريقي په الندي توګه خالصه کيږي.
21
دغه ډول تکثر په ځينو قارچونو کي لکه مخمرونه Saccharomycesليدل کيږي لکه چي سلول بشپړه
شوه دداخلي حجم او فشار زياتوالي په هغه برخه کي چي دسلولي غشاء مقاومت لږ دي کوچني پاړسوب يا
برآمدګي منځته راځي .دهستي اوسايتوپالزم يوه برخه دغه برآمده ګي ته داخليږي جوانه لږلږ پراخيږي او
غټيږي تر هغه اندازي چي دجواني دهستي اوسايتو پالزم حجم دخپل دمولد په اندازه ګرځي کله هم ممکن
وي چي جوانه تشکيل شي او دجواني او مورنۍ سلول تر منځ عرضي ديوال توليد شي لکه د
Saccharomycode
قارچونه .
همدارنګه دجواني حجيم کيدل دهغه داتصال په ټکي کي داصلي حجري سره په هغه نسبت چي جواني
غټيږي باريکيږي او بااالخره ماتيږي او دوه سلول چي له هره حيثه يو بل ته ورته والي لري منځته راځي
په ځينو مواردو کي دجواني سلولونه له خپلي مور څخه نه بيليږي او خپله بل جوانه توليدوي.
معمولترين نوعه دغير زوجي تکثر په قارچونو کي دسپورونو پواسطه سرته رسيږي سپورونه په داسي
اعضاء کي چي دسپورنجيم Sporangiumپه نامه ياديږي چي دهايفا د يوي حجري دحجيم کيدو نتيجه ده
،منځته راځي چي يوکسيه ډوله محفظه دي چي دهغه ټوله داخلي مواد په يو او يا معموالً په څو سپورونه
توليديږي دسپورونو دانواعو مشخصات يو له بله توپير لري درنګ له پلوه بي رنګ شين يا ژيړ
،نارنجي،سور،نصواري،خاکستري او تورليدل کيږي .دشکل له پلوه کروي،
بيضوي،مستطيلي،سوزني،مارپيچي اويو يا څو حجروي دي .دهغوي اندازي هم ډير متفاوت وي .ځيني
قارچونه فقط يوډول سپور توليدوي اونور شمير يي ممکن دي تر څلور نوعه مختلف سپورنه توليد کړي.
دتوليد سوي سپورونو شمير دقارچ په ډول پوري اړه لري او دهندسي تصاعد په توګه ډيرښت مومي دمثال
په توګه که چيري دسپورنجيم هسته په نوبت سره څلور ځلي وويشل شي دويش په هر نوبت کي السته
راغلي هستو شمير په ترتيب سره ( )۲۵۶،۶۴،۱۶،۴به وي.
پس له هغه چي هستي وويشل سودسپورنجيم سايتوپالزم هم دهستو دشمير په اندازه ټوټه ټوټه کيږي اوهره
ټوټه يو هسته په برکي نيسي او دسپور جوړښت بشپړه کوي څرنګه چي په دي وخت کي دسپورنجيم داخلي
فشار زياتيږي دغشاء په هغه ټکي کي چي مقاومت لږدي سوري منځته راځي اوسپورونه بهر ته خپاره
کيږي.
په ځينو قارچونو کي سپورنجيم دسرپوښ لرونکي دي چي دفشار دزياتيدو په ترڅ کي سرپوښ پورته
کيږي او دسپورونو دخپريدو باعث ګرځي که چيري سپور په مساعد شرايط (لنده بل ،دتودوخي
درجه )....،کي قرار ونيسي په وده او پراختيا پيل کوي پوستکي اوبو جذبولو سره مترم کيږي او وروسته
چوي او دسپور داخلي محتويات په لوله اي شکل خاريجيږي او دغه لوله انکشاف ته ادامه ورکوي او
نوموړي لولي د ودي په اثر لمړني هايفا او باالخره دقارچ مايسيليم منځته راځي دسپورونو خارجي
غشاوي دنزئيناتو لرونکي وي چي دنوعي (يوسپيشيز) مشخصه ده او په مختلف شکلونو
زيګزاګ،زوزلرونکي ،صفا (ښوي) ،مشبک اونور ليدل کيږي.
22
دسپورنجيوم انتقالوونکي هايفا دسپورنجيوفور ( )Sporangiophoreپه نامه ياديږي .سپور توليدونکي
اعضاوي په قارچونو کي په خاصه توګه په زايګومايسيتونو کي ظريف او ماتيدونکي وي له دي جهته ډير
کوچني انواعي دالم پر مخ کرل کيږي تر څو دهغوي طبيعي حالت تر مايکرو سکوپ الندي مطالعه کړي.
په پست قارچونو کي سپورونه اکثراً متحرک وي چي دغه ډول سپورونه د Zoosporeيا Planospore
په نامه ياديږي Planospore .فالجيال Flagillaلرونکي دي او دهغه په مرسته په اوبو کي حرکت کوي
هرزو سپور يو يا دوه فال جيالوي لري چي يو يي شالقي ( )Whiplashاو دوهمي يي بڼکي ډوله (
)Tinselوي دفال جيال موقيعت په قارچونو کي له يو نوعي څخه تر بل نوعي متغير دي چي الکتروني
مايکروسکوپ پواسطه دفالجيالم ساختمان په قارچونو کي ليدل سوي دي .او دهغه څيړني مطابق چي پر
مختلفوموجوداتو تر سره شوي ؤ دفالجيال جوړښت په هغو ټولو کي سره ورته دي خو يوازي په باکتريا
کي تاژک ديولس رشتو پر ځاي احتماالً يوليف (ريشي) څخه جوړ شوي،
غير متحرک سپورونه بيله فالجيلم وي او هغوي د Aplanospoerپه نامه يادوي او دغه سپورونه چي په
حقيقي قارچونو کي ليدل کيږي دباد،اوبه ،حشرات،حيوانات،حتي انسان په وسيله له يوځاي څخه وبل ځاي
ته انتقال مومي.
دکونيديا تشکيل:
که چيري سپورنجيم توليد نه شي او بربند(لوڅ) سپورونه دهايفا په شا اوخوا يا انتهايي برخو کي په ډله ئيز
يا منفردانه توګه قرار ونيسي،کونيديا بلل کيږي دکونيديا ناقلونکي هايفا،کونيديو فور ()Conidiophore
بلل کيږي ،خارجي کونيديو سپور ،يو هستوي او بيله ګلوکوجني ذخيره څخه دي .دکونيديو فور انشعابات
په خوشه اي،سنبله اي (وږي)،چتري ،دوه ښاخه اي يوطبقه اي ګرز ،دوه طبقه اي ګرز،مارپيچي ګرز،
شکلونو ليدل کيږي ،دانتهايي ودي له پلوه په دوه ډوله ويشل کيږي.
الف:ـــ محدود کونيدويوفور :ـ کونيديا دتغير موندلي رشتو پر مخ توليديږي چي دکونيديم د ازاديدو نه
وروسته کونيدوفور له منځه ځي.
ب :ـ نا محدو کونيديو فور:ــ دا ډول کونيديو فور له مشخص مايسيليم څخه تشکيل شوي وي دکونيديو فور
څوکه تغير او تنوع حاصلوي او دکونيديا دجوړولو او ازادولو وروسته مجدداً دکونيديو فور څوکه وده
کوي .استرګما او بل کونيديا جوړيږي.
23
Monopodium.۳دغه ډول سوسيسي شکله کونيديوفورونه لري.
: Aspergillus.۵عبارت له هغه کونيدويوفوره څخه دي چي دهغه په څوکه کي وزيکول قرار لري او
دهغه پرمخ فياليدونه اوفيالوسپورونه قرار لري.
:Isariopsis.۷کونيديوفورونه په ډله ئيزه توګه خارجيږي چي په کښتني برخه کي يوبل سره متصل او
مخطط وي مګر په پاسني برخه کي يو له بله جال کيږي کونيديمونه هاللي شکل او ممکن چي يوخانه اي يا
څو خانه اي يا څوخانه اي وي.
په ځينوقارچونوکي مذکر اومؤنث تکثري اعضاوي يو ځاي ديومايسيليم پر مخ منځته راځي چي داسي
قارچونو دهرمافاروديت ( )Hermaphroditeپه نامه ياديږي په دغو قارچونو کي دمايسيليم له هر يو
رشتوڅخه په يواځي توګه دزوجي تکثر سرته رسولوتوان لري.
په ځينوقارچونوکي مذکر اومؤنث تکثري اعضاوي په ځانګړي توګه دجال مايسيليمونو پرمخ توليديږي.
دارنګه قارچونه د دوه شکلي ( )Dimorphicقارچونو په نامه ياديږي .يوتلس په يواځي توګه دزوجي
تکثر سرته رسولوتوان نسي درلودالي ځکه هر تلس يا مذکر دي يا مؤنث ،په ځينو قارچونه خاص
مذکراومؤنث جنسي اعضاوي نه جوړيږي په داسي حالت کي دجنسي اعضاوؤ دنده نمويي هايفا په غاړه
اخلي .دغه ډله قارچونه ددي بنياد پر اساس چي دهغوي تلسونه موافق (خودالقاح) يا ناموافق (خودالقاح)
وي دزوجي تکثر سرته رسولو توان لري يا بيله هغه وي.
دقارچونوتکثري اعضاوي دګاميټ انجيا په نامه ياديږي چي دګاميټ په نامه دخاصو جنسي
حجراتوتوليدونکي وي اوممکن دي چي يو يا څوجنسي هستي ولري.
هرکله ګميټ انجيا اوګميټ دظاهري شکل له پلوه يوله بله څخه غير قابل تشخيص وي دايزو ګميت انجيم او
ايزوګميت په نامه ياديږي.او که چيري دمذکر اومؤنث ګميټ انجيم او ګميتونه دشکل له پلوه يو له بله توپير
ولري په داسي حالت په پستوقارچونو کي ګميټ انجيم د انتريديم ( )Antherdiumاو مونث ګميت انجيم د
اووګونيم ( )Oogoniumپه نامه ياديږي.
دآسکو مايسيست په قارچونوکي موءنث تکثری ثري اعضاوي د ( )Ascogoniumپه نامه ياديږي.
25
26
27