You are on page 1of 34

‫محسن‬

‫د قرآني زده کړو او پوهنې لړۍ‬

‫‪۰۹‬‬

‫د بلدسورت تفسیر‬
‫په پښتو‬

‫ژباړه او څېړنه ‪:‬‬

‫احمد حسین عنایت‬


‫بسم الله الرحمن الرحیم‬
‫د بلد سورت تشریح‬
‫د لوراند او لورين الله په نامه‬
‫ژباړه او څېړنه‪:‬‬
‫سورةالبلد‬
‫احمد حسین عنایت‬
‫د بلد سورت (‪)۰۹‬‬
‫د «البلد» سورت مکي دی (‪ ) ۲۹‬آیتونه یوه رکوع لري په تالوت کې (‪ ) ۰۹‬په نزول کې‬
‫(‪ )۵۳‬سورت دی د « ق » له سورت څخه وروسته نازل شوی دی‬

‫له مخکيني سورت سره يې اړیکه‪:‬‬


‫د تالوت په لړ کې له دې څخه مخکینی سورت «فجر» دی‪ .‬د«بلد» سورت هم د «فجر» سورت په څېر د اتسان د‬
‫ژوندانه خوځنده څپې او له لوړو ژورو سره څپاند بهیر له زیر وبم‪ ،‬سوکالۍ او نا آرامۍ‪ ،‬تحول [اووښتون] ‪ ،‬بدلون‬
‫او ډول ډول سارو سره څرګندوي‪ .‬د دواړو سورتونو محور د عالَم او کایناتو په پديدو او ښکارندو کې د حرکت د‬
‫جوهر څرګندونه او هغه تضاد او تقابل دی چې د اختالف‪ ،‬اووښتون او بدلون المل کيږي چې په نهایت او پایله کې‬
‫د ودې ‪ ،‬رشد او کمال او د لوړترو ډولونو د پیدایښت سبب کیږي‪ .‬د فجر په سورت کې مو اختالف او تضاد په‬
‫طبیعت او تاریخ او د خلکو په رزق او ژوند کې مشاهده کړ‪ .‬د لمر او ځمکې «حرکت» او «ګرځېدل» د شپې او‬
‫ورځې لړۍ او پرله پسې والی رامنځته کوي او سره ددې چې تیاره له خپله ځانه کوم اصالت نه لري او د نور دحضور‬
‫د نشتوالي له المله ده ‪ ،‬شپه او ورځ ‪ ،‬تیاره او رڼا د داسې یو تضاد او تقابل المل کيږي چې پایلې او محصول يې د‬
‫تودوخې د درجې اختالف‪ ،‬د باد پیدايښت‪ ،‬د ورېځو تحرک او هڅونه‪ ،‬د ژوند بښونکي اورښت اورېدل او‪ ...‬دي‪.‬‬
‫حق او باطل هم په همدې ډول په ټولنه کې جریان لري او انسان هم تل د ابتالء او ازميښت او د متغیر او بدلېدونکي‬
‫روزګار تر اغېز الندې دی‪ .‬سربېره پر دې‪ ،‬په انساني ټولنو کې د مادي او رتبوي او پوړيزو موقعیتونو اختالف‪ ،‬د‬
‫سیالیو‪ ،‬رقابتونو او دندو د وېش المل کېږي چې محصول او پایله يې د انسان د نهايي ترقۍ او لوړتیا سبب کيږي‪.‬‬
‫په دې سورت کې د انسان په ژوندانه کې د حرکت او دوه ګونېتوب او تضاد په څرګندولو چې د ‪ :‬اصحاب المیمنه‬
‫ــ اصحاب المشئمه ــ الذین آمنوا ــ الذین کفروا ــ نجدین او ‪ ...‬په عبارتونو ښوول شوی دی پر دې سر بېره نور‬
‫مطالب هم طرح شوي چې عیناً د فجر په سورت کې مالحظه کيږي‪ .‬له هغې جملې د دواړو سورتونو پیل کېدل په‬
‫سوګند‪ ،‬د هغوی مشترک مخاطب‪« ،‬یتیم او مسکین» ته په مراقبت او پاملرنه ټينګار‪« ،‬مال» سره مینه کول‪ ،‬د انسان‬
‫د ماهیت شرح کول او ‪ ...‬چې په الندې توګه دا موردونه ښوول کيږي‪:‬‬

‫د بلد سورت‬ ‫آیت‬ ‫د فجر سورت‬ ‫آیت‬


‫لَا اُقْسِمُ بِهَذَا الْبَلَدِ ‪ ....‬وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ ‪....‬‬ ‫‪۱‬تر ‪۵‬‬ ‫وَالْفَجْرِ وَلَيَالٍ عَشْرٍ وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ وَاللَّيْلِ ‪...‬‬ ‫‪۱‬تر ‪۴‬‬

‫وَاَنْتَ حِلٌّ بِهَذَا الْبَلَدِ ‪....‬‬ ‫‪۲‬‬ ‫اَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ‪....‬‬ ‫‪۶‬‬
‫«يَتِيمًا» ذَا مَقْرَبَة ‪ٍ....‬‬ ‫‪۱۳‬‬ ‫كَلَّا بَلْ لَا تُكْرِمُونَ «الْيَتِيمَ» ‪....‬‬ ‫‪۱۱‬‬
‫اَوْ «مِسْکِينًا» ذَا مَتْرَبَة‬ ‫‪۱۶‬‬ ‫وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَى «طَعَامِ» «الْمِسْکِينِ» ‪...‬‬ ‫‪۱۱‬‬
‫يَقُولُ اَهْلَکْتُ «مَالًا» لُبَدًا ‪....‬‬ ‫‪۶‬‬ ‫وَتُحِبُّونَ «الْمَالَ» حُبًّا جَمًّا ‪....‬‬ ‫‪۲۹‬‬
‫لَقَدْ خَلَقْنَا «الْاِنْسَانَ» فِي كَبَدٍ ‪.....‬‬ ‫‪۴‬‬ ‫‪۱۳‬او‪ ۲۵‬فَاَمَّا «الْاِنْسَانُ»‪...‬يَوْمَئِذٍ يَتَذَ كَّرُ«الْاِنْسَانُ»‪..‬‬
‫د سورت د مضمونونو محور‪:‬‬
‫ددې سورت لومړني سوګندونه‪ ،‬د تاریخ په محدود ظرف او د مکې د ښار په جغرافیا کې چې د‬
‫توحید او تسلیم بستر او ځمکه ده د انسان د رنځونو اوځان مښودو سختیو نمونه‪ ،‬مصداق او بېلګه‬
‫څرګندوي‪ .‬له یوه لوري ددغه ښار تاريخ چې ګواکې تر ټولو پخوانۍ ټوټه وي چې د وچو د پیدایښت‬
‫په دوران کې يې سر له اوقیانوسونو را ايستلی دی‪ ،‬د توحید د ځال او د حق او باطل د تصادم اصلي‬
‫صحنه وه او له بل لوري د هغه جغرافیا او طبیعي وضعیت له طبیعي سرچينو او د کروندې له‬
‫استعداده او له تمدنه د محرومیت څرګندونه کوي‪.‬‬
‫د قرآن په صراحت‪ ،‬لومړنۍ خونه چې د «ناس» [د ولسونو پرګنو‪ ،‬نه سلطانانو او جبارانو] لپاره‬
‫ودانه شوه‪ ،‬هماغه ده چې په مکه مبارکه کې واقع ده‪ .‬او د مؤثقو روایتونو او معلوماتو پر بنا «آدم»‬
‫(ع) ړومبنی پیغمبر و چې په دې د نورو له مالکیته پرته خپلواکه او آزاده او په ولسونو پورې اړوند‬
‫خونه کې ځېنې مناسک چې وسمهال يې حاجیان سرته رسوي‪ ،‬سرته رسول‪ .‬نو په دې توګه ددغه‬
‫ښار تاریخي او جغرافیايي شرایطو یو تر بله سره الس ورکړی چې د انسان د ابتال او ازمېښت لپاره تر‬
‫ټولو سخت چاپېریال برابر کړي او د سختیو‪ ،‬ستونزو او د ژوند په لوړو ژورو کې د هغه وده‪ ،‬رشد او‬
‫کمال شونی کړي‪ .‬نو په دې ډول دی چې الله تعالی په دې ښار سوګند خوري‪.‬‬
‫خو دویم آیت چې په دې ښار کې د پیغمبر حلول د هغه له ژورو او پراخو ريښو‪،‬اړیکو او تاریخچې‬
‫سره څرګندوي‪،‬د سختیو‪ ،‬زحمت او خواریو بله نښه ده چې د حضرت رسول له بعثت او قیام‬
‫وروسته مؤمنینو ته ورپېښ شول‪ .‬ابراهیم(ع) چې ددې ودانۍ بېا رغوونکی و‪ ،‬د هغه د ستنو د‬
‫اوچتولو په وخت کې د خپل ځان او خپل زوزات ددې هڅو او تسلیم د توفیق د قبول له دعا وروسته‬
‫په لېرې راتلونکې کې له دې نسله د داسې یو امت د پیدايښت هېله او ارزو کوي چې له یو مخې الله‬
‫ته تسلیم وي‪ ،‬چې په پایله کې د سلم او سالمت له ګلبڼ څخه یو ګل څرګند شي چې بندګانو ته د‬
‫کتاب او حکمت تعلیم او ښوونه وکړي‪ ،‬سپېڅلي او تزکیه يې کړي‪ .‬او دادی محمد (ص) چې بعثت‬
‫او ګومارل يې د عزیز او حکیم پالونکي رب په نسبت «حمد» او ستاینه راپاروي‪ ،‬د حضرت ابراهیم‬
‫(ع) دعا ته د کابو څلور زرو کالو وروسته تحقق بښي‪ .‬هغه نیالګی چې ددغه بڼ لومړني بڼوال څو‬
‫پیړۍ مخکې کرلی و‪ ،‬دادی اوس يې بار نيولی او خپله وروستنۍ مېوه او حاصل وړاندې کوي‪.‬‬
‫محمد(ص) له دغې پخوانۍ او زړې ونې له ښاخ او زڼي دادی د توحید د شجرې وجودي موخې ته‬
‫تحقق او رښتینوالی بښي او د فقر او جهالت له دغې سيمي او ټاټوبي د تاریخي پيښو‪ ،‬تصادمونو او‬
‫تضادونو له منځه سر را اوچتوي‪ .‬او دا ډول دی چې په دې ښارکې چې د امن او د الله د برکت ښار‬
‫نومول شوی دی‪ ،‬او په دې خونه کې چې د خلکو د خونې په نوم پېژندل شوې‪ ،‬د پیغمبرانو د خاتم‬
‫نقش او رول د حق په احیاء کولو او د سلفو انبیاؤ په پراخ انعکاس او غبرګون‪ ،‬ځانګړی اهمیت‬
‫مومي‪.‬او په دې ترتیب د مکې د ښار په سوګند پسې په دې ښار کې د پیغمبر په حلول ټینګار کيږي‪.‬‬
‫ددې سورت دویم سوګند له دې سره سره چې په ظاهر کې له لومړني سوګند سره بې اړیکې‬
‫ښکاري‪ ،‬خو په باطن کې له لومړني سوګند سره ژوره او نه شلېدونکي اړیکه لري‪ .‬سوګند په «والد و‬
‫ماولد» [هر مولد او هر تولید شوی] د ژوندانه په ډګر کې د سختۍ او فشار د قانونمندۍ پورې اړوند‬
‫یو عمومي او کلي حقیقت څرګندوي‪ .‬لکه څنګه چې د زېږون عمل او پروسه د حیواناتو او انسانانو‬
‫په عالَم کې له فشار‪ ،‬درد او رنځ سره مل ده او هر نوزېږی چې د رحم له چاپېریال سره روږدی او‬
‫عادت دی په آسانۍ له خپل لنډمهالي ټاټوبي زړه نه بېلوي‪ .‬د تاریخ په رحم کې د لوړو او وده موندو‬
‫انسانانو زیږون او د عالي ارزښتونو تحقق هم د حق او باطل له جنګ او تصادم پرته کېدونی نه دی‪.‬‬
‫یوازې دداسې فتنو او ازمېښتونو په کوره کې د انسان جوهر پېژندل کيږي او روحي صیقل او صفا يې‬
‫څرګنديږي‪ .‬او دادی په طبیعي او تاریخي رنځونو او فشارونو پسې چې د مکې په ځمکه وارد شوي‬
‫دي‪ ،‬داسې دین او پیغمبر زېږېږي چې د ژوندانه په ډګر کې به د ژور اووښتون او بدلون سبب او‬
‫المل شي‪ .‬او انسانان به د پخوا په پرتله ډېر د هڅو او مجاهدو ډګر ته را وکاږي‪ .‬چې دا پخپله له‬
‫سختیو وروسته د زیږون څرګنده نمونه او مصداق دی‪.‬‬
‫او په پای کې ددې سوګندونو ځواب له سختیو او ستونزو سره د انسان د تاریخي سرلیک تړاو‬
‫څرګندوي‪ .‬انسان د سختیو او ستونزو په متن کې پنځول شوی دی نه په غاړه او حاشیه کې او د کمال‬
‫او رشد لپاره يې الزم دي چې د ستونزو په وړاندې مقابله وکړي او پرې بریالی شي‪.‬‬
‫د سوګندونو او د هغو تر ځواب وروسته د تمثیل په قالب کې د «نجدین» [دوه لوړې سیمې‪ ،‬دوه‬
‫روښانه او څرګندې الرې] او «عقبه» [ سخته او اوچته ګردنه (ستغ ستونځ)] او «اقتحام» چې د‬
‫څوکي سر لیکي ته د رسېدو لپاره ددغه ستغ ستونځ څخه تېرېدل دي‪ ،‬په سختۍ سرکېدونکي غرونه‬
‫له ډبرینو تیغو او ژورو کندو او تاترو سره انځوروي چې د ستړي ستومانه غرختونکي په وړاندې‬
‫راڅرګندېږي‪ ،‬سره ددې چې دا کلمې د غره ییز طبیعت په څېر کوم محسوس او ملموس واقعیت نه‬
‫لري‪ ،‬خو د داسې سختې او ستونزمنې الرې له واقعیت سره تشبیه‪ ،‬تمثیل او انځور دی چې د انسان‬
‫نفس يې د ودې او آګاهۍ د څوکې په لور دغو اوچتو او لوړو پوړیو ته د ختو لپاره د تکلیف او‬
‫مسئولیت د ستونزو په منلو السته راوړي‪.‬‬
‫څوک نه مجبوروي چې په جبر او اکراه دې الرې ته وارد شي‪ ،‬ځکه چې د نفس تنګۍ او د زړه‬
‫خپګان لپاره درمل بل دی‪ .‬هغه چې ددې الرې الروی د یون او حرکت لپاره هڅوي‪ ،‬د ښکلو نندارو‬
‫شرح او توصیف دی چې یوازې له لوړ افق او اوچتو څوکو د ليدلو او نندارې وړ دي او پاکه او‬
‫سپېڅلې هوا ده چې په لوړتیاو او اوچتو برخو کې جریان لري‪ .‬هر مهال چې کومه سینه د داسې هوا‬
‫د تنفس لپ اره پراخه شي او کومې سترګې چې د داسې نندارو لپاره پرانېستل شوې‪ ،‬په دې الره کې د‬
‫ګام اېښوولو لپاره اړین ځواک د هغه له دنننیو سرچېنو خوټېږي‪ .‬خو ددې مسیر او تګالرې د وهلو‬
‫او کچ کولو او «عقبه» [ستغ ستونځ] ته د رسېدلو لپاره‪ ،‬تر سرلیکي او د فالح او بریالیتوب څوکي‬
‫پورې فرصت او وخت پراخ نه دی ډېر لږ دی‪ .‬د ژوندانه د ورځې تر رڼا پورې ادامه لري او چې د عمر‬
‫لمر ډوب شوی نه وي باید فرصت غنیمت وګڼل شي او هر څومره چې په بيړه کېدی شي پورته‬
‫الړشي او څوکي ته نژدې شي‪.‬‬
‫خو کوم مهال چې د اجل شپه راورسېږي‪ ،‬هغه څوک چې له «عقبه» پسې اخوا پناه ځای ته نه وي‬
‫رسېدلی ددې الرې د شپې په ډارونکي تیاره کې یا د داړونکو ځناورو خوراک ګرځي یا د درو په ژورو‬
‫کندو کې غورځيږي‪ .‬هغه مهال د مالمتۍ په توګه په ترخه لهجه مخاطب کېږي مګر د هغه لپاره مو د‬
‫پورته تګ وسایل او توکي نه و برابر کړي مګر د الرې لوړې ژورې مو ورته نه وې څرګندې کړې‪...‬‬
‫مګر سترګې يې نه درلودې چې د خپلې مخې کندې وويني او مګر ژبه يې نه درلوده چې له کوم بل چا‬
‫څخه پوښتنه وکړي او مګر نقشه او کوم الرښود يې نه درلود چې په توسه يې خپله تګالره او الرلیکه‬
‫ددې ټولو لوړو ژورو په منځ کې وپېژني؟‪...‬افسوس چې له دغو وسایلو او توکو يې په سمه توګه ګټه‬
‫پورته نه کړه‪ .‬نه يې پخپله په خپلو دوو سترګو حقیقتونه وليدل او نه يې د نورو له موندنو پوښتنه‬
‫وکړه او نه يې خپله موخه او مقصد تشخیص کړ‪ .‬که له هغو څيزونو چې د پالونکي رب د تکويني‬
‫مشیت پر بنسټ دده د سعادت او نېکبختۍ لپاره پنځول شوي سمه ګټه يې اخېستی وای‪ ،‬ددې الرې‬
‫ټولې سختۍ او ستونزې به پرې آسانې شوې وای او له پورته تګ سره به لوړو پوړونو ته اوچت شوی‬
‫وای او د الهي امن پناه ځای ته‪ ،‬د ویاړ څوکي ته به رسېدلی وای‪ ،‬خو مخ په لوړه د تګ لپاره يې د پل‬
‫اېښوولو زحمت هم ځانته ورنکړ او دغې الرې ته د نژدې کېدلو او داخلیدو د فشار له منلو او په‬
‫زړورتیا د پل ايښوولو او مخکې تګ ځخه يې ډډه وکړه‪ .‬خو په رښتیا عقبه څه څيز دی؟ ځکه تر‬
‫اوسه هر هغه څه چې وویل شول یوازې د تمثیل او تشبیه په توګه وو‪ ،‬نو د عقبه د پېژندلو لپاره دوه‬
‫نښې په ګوته کوي چې موقعیت يې د هر یو کس د درک او پوهې په تناسب مشخص شي‪:‬‬
‫لومړنۍ نښه يې له هر ډول بند او اسارت څخه چې له لوړتیا څخه مخنېوی کوي د غاړې (خپله یا د‬
‫نورو ) آزادول دي‪ ،‬د لوړتیاو او پاکو او سپېڅلو احساساتو په لور یون‪ ،‬د ګېډې‪ ،‬شهوت‪ ،‬او شهرت‬
‫او ‪ ...‬له بنده ګۍ آزادېدل او خپلواک کېدل دي‪ .‬تر هغه مهاله چې د انسان غاړه او پښې د بنده ګۍ او‬
‫غالمۍ په زنځیرونو ‪ ،‬بیړیو او زولنو تړلي وي نشي کولی د غريزو‪ ،‬شهوتونو‪ ،‬جهل او خرافاتو له‬
‫زندانه آزاد شي‪.‬‬
‫د «عقبه» دویمه نښه د وږو مړول دي (خپلوان یا مسکینان) په داسې شرایطو او روزګار کې چې د‬
‫بېالبېلو الملونو اقتصادي‪ ،‬قحطۍ‪ ،‬ټولنيزې پرېشانۍ او ‪ ...‬له المله بېوزلي او لوږه خپره وي‪ .‬په‬
‫داسې حالت کې مؤمن نشي کولی او ورته نه ښايي یوازې خپل ټغر له اوبو راوباسي او یوازې د ځان‬
‫ژغورنې په فکر کې اوسي‪ .‬هغه توپیر چې له دنیايي پيچومو د تېرېدو او له «عقبه» څخه د تېرېدو تر‬
‫منځ په نظر کې لري په دې کې دی چې «عقبه» نه شې کېدای په یوازې ځان سر کړې‪ ،‬له دې «عقبه»‬
‫[ستغ ستونځ ] څخه د اووښتلو لپاره ګډې او مشترکې هڅې او ډله ییز کار اړين دي‪ ،‬لکه څنګه چې‬
‫ډبرينو دیوالونو او نیغ تیغه ناک غر ته د ختو په وخت کې غرختونکي یو دبل په مالتړ او د ټولیزو او‬
‫ټولنيزو وسیلو او توکو په مرسته خیژي‪ .‬نو پردې بنا له «عقبه» څخه د تېرېدلو دویم شرط له هغو‬
‫کسانو څخه مالتړ دی چې د کار لپاره يې خپل ځواک له السه ورکړی وي او د «وږو مړول» هم د‬
‫همدغې موخې ښکارندوی دی‪.‬هر کله چې یو شمیر کسان وتوانېږي دا دوه شرطونه پوره کړي‪ ،‬له‬
‫«عقبه» تېرېږي له الر موندونکو سره یو ځای کېږي چې لوړتیاو ته په رسېدو يې ایمان ته تحقق بښلی‬
‫او په لوړتیا کې د تل پاتېدو لپاره او له هاغو پوړونو ‪،‬پړاوونو او مرحلو څخه د غورځېدنې او ښویدنې‬
‫په وړاندې ‪ ،‬چې ډېر زیات زیانمن او هالکوونکی به وي‪ ،‬تل یو بل ته په صبر [د الرې په ادامه کې تل‬
‫پاتېدنه او مقاومت] او مرحمت [د ملګرو په نسبت د عاطفې احساس او زړه سوی] سپارښتنه کوي‪.‬‬
‫د صبر او مرحمت دوه خصلتونه ګواکې د فک رقبه او اطعام یتیم اړینتیا او پایله وي‪ .‬د داسې ملګرو‬
‫او اصحابو سره یوځایوالی او ناسته پاسته خیر‪ ،‬برکت او خوښي رامنځته کوي او د هغوی انساني‬
‫استعدادونه غوړېږي‪ .‬دوی «میمنه» [د خوښۍ‪ ،‬سعادت‪ ،‬خیر او برکت] د ښي اړخ اصحاب دي ‪.‬‬
‫ددې نسکور ډول هغه کسان دي چې د ځان غوښتنې او ځان پالنې په تنګه غوزه کې ايسار پاتې دي او‬
‫نه دې توانېدلي له فک رقبه او د وږو په اطعام او مړولو سره د لوړتیاو له خیر او برکت څخه ګټه پورته‬
‫کړي‪ ،‬په ورپورې نښتي او نغاړونکي اور به د ټیټوالي په ژورتیا کې اخته شي‪ .‬دوی «مشئمه» [د‬
‫بدمرغۍ‪ ،‬تنګ نظرۍ‪ ،‬بېخيرۍ او نامبارک] د کيڼ اړخ اصحاب دي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ ال َّرحِيمِ‬
‫لَا اُقْسِمُ بِهَذَا الْبَلَدِ﴿‪﴾۱‬‬
‫په دې ښار (‪[ )۱‬مکه] باندې قسم خورم!‬
‫وَاَنْتَ حِلٌّ بِهَذَا الْبَلَدِ﴿‪﴾۲‬‬
‫(‪۲‬‬
‫) [او هلته استوګن يې]‬ ‫په داسې حال کې چې تا په دې ښارکې ځای نېولی‬
‫[= حلول دې کړی او له هغه راوالړ شوی يې]‬
‫وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ﴿‪﴾۵‬‬
‫او قسم په زیږوونکي او پر هغه چې زیږوي [= زېږېدلی یا زېږول شوی‬
‫(‪) ۵‬‬
‫(نوزېږی)]‪،‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫د «بلد» سورت‪ ،‬لکه د قرآن د نورو ډیریو کوچنیو سورتونو په څېر ‪ ،‬په سوګند پیلېږي‪:‬‬
‫ال ُاقْسِمُ بِهَذَا ا ْلبَلَدِ‪َ .‬واَنتَ حِلٌّ بِهَذَا ا ْلبَلَدِ‪ .‬وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ‪ .‬قسم په دې ښار ‪ ،‬ځېنیو ویلي‬
‫چې دا «ال» د قسم په الم کې د ټينګار لپاره دی‪ ،‬یعنې په ټينګار او حتماً سوګند خورم‪،‬‬
‫داسې ښکاري چې «ال أقسمُ» اته ځله په قرآن کې راغلی او هر ځل په ډیرو سترو پدیدو او‬
‫سمُ بِالنَّفْسِ ال َّلوَّامَةِ‪)۱(.‬‬
‫سمُ بِيَوْ ِم الْقِيَامَةِ‪ .‬وَال اُقْ ِ‬
‫ښکارندو سوګند یاد شوی دی؛ لکه‪ :‬ال اُقْ ِ‬
‫د قرآن دا ډول سوګندونه هغه څيزونو ته ځانګړي دي چې پټ او ناڅرګند دي او د هغوی‬
‫پوهيدل او درک کول زموږ لپاره ستونزمن دي‪.‬‬
‫هَذَا ا ْلبَلَدِ‪ .‬یعنې دا د مکې ښار‪ .‬کېدای شي داسې هم تعبیر شي چې‪ :‬نه غواړم د مکې په‬
‫دې ښار سوګند وخورم‪ ،‬سره ددې چې د سوګند ځای پکې ډیر دی؛ يا په هغې ډیر‬
‫سوګند خورم‪ .‬په هر حال دا قسم ددې ښار اهمیت څرګندوي‪.‬‬
‫ت حِلٌّ بِهَذَا الْ َبلَدِ‪ .‬په داسې حال کې چې تا (پيغمبر «ص») په دې ښار کې حلول‬
‫وَاَن َ‬
‫کړی دی؛ او په هغه کې استوګن يي‪ .‬لومړنی سوګند په ښار او د پیغمبر په شخصیت چې‬
‫په مکه کې يې ژوند کاوه‪ ،‬او دوهم سوګند‪َ :‬ووَالِدٍ وَمَا وَلَدَ‪ ،‬په هر والد‪ ،‬یا هر زیږوونکي‪،‬‬
‫که ښځينه وي یا نرینه‪ ،‬او هغه چې زیږیږي‪ ،‬دی‪ .‬ځینو مفسرینو والد او ولد‪ ،‬حضرت‬
‫ابراهیم (ع) او حضرت اسماعیل (ع) ګڼلي خو څر نګه چې د نکره په بڼه راغلی دی نو‬
‫د والد او ولد څخه هر زيږونکی او هر زیږول شوی مقصد دی (والله اعلم )‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۱‬ــ دلته د ښار څخه مقصد د مکي ښار دی چې ډير سخت او ستونزمن جغرافیايي او‬
‫تاريخي چاپېریال لري له جغرافیايي پلوه دا ښار د ډبرينو وچو غرونو په منځ کې آباد دی‬
‫چې ګرمه استوايي هوا لري او اواره ځمکه يې په نشت شمېرل کېږي چې ټوله ښوره ناکه‬
‫او د هيڅ راز کرکيلي وړتیا نه لري او داسې انګېرل کيږي چې ګواکې دا تر ټولو پخوانۍ‬
‫ځمکه وي چې د بحر له منځه يې سر راپورته کړی وي‪ .‬د تاريخ په استناد آدم (ع)‬
‫لومړنۍ ولسې خونه چې د توحید خپرونکې او سرچينه بلل کيږي دلته ودانه کړه او‬
‫توحیدي مراسم به يې په کې په ټولنیزه او ډله ييزه توګه سرته رسول چې دا خونه بېا‬
‫وروسته ابراهيم (ع) د خپل زوی اسماعیل (ع) په مرسته بېا ورغوله او د توحیدي‬
‫مراسمو لړۍ يې راتازه کړه چې اوس هم حاجیان د ابراهیمي سنتو په توګه هر کال ددې‬
‫خوني زیارت کوي په دې ښار کې د توحیدي لړۍ وروستی پیغمبر او خاتم النبین‬
‫وزېږید او همدلته په پیغمبرۍ مبعوث شو او د توحید د دعوت ستونزمن او له کړاوونو‬
‫ډک مسئولیت يې په بریالیتوب بشپړ او تکمیل کړ او الرویان يې مکلف شول چې دې‬
‫لړۍ ته تر قیامته په ټولې نړۍ کې ادامه ورکړي‪ .‬نو په دې ښار سوګند خوړل ددې ښار‬
‫اهمیت څرګندوي‪.‬‬
‫‪۲‬ــ په دې ښار [مکه] کې د پیغمبر حلول له ژورو او پراخو ریښو ‪ ،‬پیوندونو او د هغه‬
‫له تاریخچې سره څرګندوي‪ ،‬د هغو ستونځو‪ ،‬رنځونو او سختیو بله نښه ده چې د‬
‫حضرت پیغمبر له بعثت او قیام وروسته مؤمنینو ته پېښ شو‪ .‬محمد (ص) د حضرت‬
‫ابراهیم (ع) زوزات او د هغه رښتيني شوې هیله او له دغې پخوانۍ ونې او شجرې څخه‬
‫راوالړ شوی‪ ،‬چې په پایله کې ددغې شجرې وجودي موخې ته تحقق وربښي او د فقر‪،‬‬
‫بېوزلۍ او جهالت له سیمې او ځمکې د تاریخي تضادونواو ټکرونو تر منځه سر راپورته‬
‫کوي‪ .‬او پر دغې ځمکه د شرک او کفر له اوږدې واکمنۍ او برالسۍ وروسته‪ ،‬یو ځل بېا‬
‫د هدایت نور پرې ځلوي او مړه شوي استعدادونه راژوندي کوي‪ .‬دا راز د پیغمبرانو د‬
‫خاتم نقش د حق په بیا ژوندي کولو او د سلفو انبیاؤ د غږ او بلنې په پراخ انعکاس‬
‫ورکولو په دغه د امن او برکت ښار کې او په دغه خونه کې چې د خلکو د خوني په نوم‬
‫پېژندل شوې‪ ،‬ځانګړی اهمیت مومي‪ .‬نو د مکې په ښار له سوګند وروسته‪ ،‬په دې ښار‬
‫کې د پیغمبر په حلول ټینګار کېږي‪.‬‬
‫‪۵‬ــ په طبیعت کې هر زیږون له درد او رنځ سره مل دی‪ .‬د دیالیتیک ماټریالیسم په فلسفه‬
‫کې هم د تِز او آنتي تِز پایله او محصول سنتِز عنوان شوی چې د ودې رشد او کمال په‬
‫لور مخه لري‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِي كَبَدٍ﴿‪﴾۴‬‬
‫( ‪)۴‬‬
‫[=پنځـولی]‬ ‫په يقين سره مونږ انسان پـه سـختیو [او سـتونزو] كـې پېـدا كـړ‬
‫[چې پر ستونزو د برالسۍ په بهیر کې وده وکړي]‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫خلَقْنَا الْاِنسَانَ فِي كَبَدٍ‪ .‬مونږ انسان په «کبد»‬
‫خو د دواړو سوګندونو پایله او ځواب‪ :‬لَقَدْ َ‬
‫کې پنځولی [خلق کړی]‪« .‬کبد» یعنې ستونزې او سختي‪ ،‬نښتېځونکی رنځ‪ .‬نو ددغو‬
‫سوګندونو او د هغوی د ځواب تر منځ چې د انسان پنځونه د سختیو په منځ کې ده‪ ،‬څه‬
‫اړیکه شتون لري؟‬
‫د دې پوښتنې د ځواب لپاره ښايي دمکې تاريخ وڅيړو‪ ،‬ښايي هم تاریخ يې او هم‬
‫جغرافیا [ځمکپوهنه] يې‪ .‬د مکې جغرافیا ډیره ستغه او د څرګندو او ظاهري نعمتونو‬
‫څخه محرومه ده‪ .‬هغه څوک چې مکې ته مشرف شوي دي‪ ،‬دا به يې کتلي او محسوس‬
‫کړي وي چې مکه نه ښه اوبه هوا لري او نه کښت ځایونه او نه باغ او بڼونه لري‪ .‬یوه‬
‫غرنۍ سیمه ده له آذرینو ډبرو‪ ،‬یعنې د اورغورځو غرونو له سختو ډبرو سره‪ ،‬بېله هيڅ‬
‫شنېلي ‪ ،‬وښو او ګیاه‪ .‬کله چې حضرت ابراهیم (ع) له خپلې مېرمنې او زوزات سره د‬
‫بابل له زرغونو او تروتازه څنډو او د مديترانې له شاوخوا دې استوايي وچې سوزانې‬
‫ت مِن ذُرِيَّتِي ِبوَا ٍد غَيْرِ‬
‫سيمي ته کوچ کوي‪ ،‬پالونکي رب ته عرض کوي‪ :‬رَّ َّبنَا اِنِي اَسْکَن ُ‬
‫ذِي زَرْعٍ (‪ )۲‬زموږ پالونکیه ربه‪ ،‬ما له خپل کهول څخه څه غړي او زوزات مې په یوه بې‬
‫کښته او بې کرکيلي وادي او دره‪ ،‬ــ غَ ْيرِ ذِي زَرْعٍ ــ‪ ،‬کې استوګن کړل‪ .‬داسې یوه دره او‬
‫اوبه هوا چې د زراعت وړتیا نه لري او وچه او ډیره توده ده‪ .‬هغوی چې حج ته تللي کتلي‬
‫به يې وي چې په مکه کې داسې خاوره هيچ شتون نه لري چې په هغه کې ګیاه او واښه‬
‫زرغون شي‪ .‬په بشپړه توګه د کرهڼې وړتیا نه لري‪ .‬د نړۍ د نورو سیمو ډیری کلي او‬
‫ښارونه‪ ،‬یا د سيندونو او دریابونو او یا د چينو په څنډو کې ودان شوي او داسې خاوره‬
‫لري چې ګیاه او واښه ترې زرغون شي‪ ،‬او یا لږ تر لږه یو هنر‪ ،‬کسب او کار ‪ ،‬یا تجارت‬
‫او سوداګرۍ په کې سمون‪ ،‬پراختیا او پرمختیا موندلي وي‪ .‬خو په مکه کې له دوی یو‬
‫هم شتون نه درلود‪ .‬تجارت او سوداګري هغه هم یوازې په مکه کې او هغه هم یوازې په‬
‫قریشو کې د څو کسانو تر منځ په خاص او ځانګړي توګه شتون درلود‪ .‬څرنګه چې‬
‫امنیت يې نه درلود او د مکې کوچني سوداګر اړ ول د شاوخوا ځېنو قبیلو ته باج ورکړي‬
‫چې د قریشو تجارتي کاروانونه وکړی شي جنوب ته‪ ،‬لکه یمن‪ ،‬یا شمال ته‪ ،‬شامات او د‬
‫اوسنۍ سوريي ځېنو برخو ته سفر وکړي او یو څه محدود او لږ شانته توکي راوړي‪ .‬او‬
‫خامخا به يې باید یوه وسله واله ډله له کاروان سره لېږله چې ترې ساتنه وکړي‪ .‬نو پردې‬
‫بنا‪ ،‬سوداګري او تجارت هم لږ او کله نا کله سرته رسېده‪ .‬حضرت علي (ع ) د مکې‬
‫ښار په نهج البالغه کې ستایلی چې د پاملرنې وړ دی؛ د مضمون مفهوم يې وړاندې کوم‪،‬‬
‫فرمايي‪ :‬الله تعالی خپل کور په ډیره ډبرینه سيمه کې بنا کړی دی‪ ،‬د نړۍ د تنګو درو‬
‫څخه په یوه کې‪[ ،‬البته وسمهال یې د غرونو ځېنې برخې توږلي او ډیر تونلونه يې کنلي‬
‫او ښار ته يې ډیره پراختیا ورکړې ده‪ .‬په هر حال] د مکې ښار د دوو غرونو صفا او مروه‬
‫ترمنځ چې واټن يې یو تر بله کابو درې سوه متره دی د سختو او ستغو غرونو په منځ کې‬
‫ايسار دی‪ .‬شاوخوايې ټولې ښوره ناکې ځمکې دي او روانې شګې او شنګېړ‪ ،‬چې‬
‫تېرېدل پرې ډېر ستونزمن دي او پل اېښوول پرې له سر سره لوبې کول دي‪ .‬په هغه کې‬
‫داسې هيڅ ځای نشته چې د الروي د پل نښه ولري ‪ ،‬یو تر بله د لېریو کلو او لږاوبو‬
‫چينو لرونکي دي‪ ،‬چې اوښ هم پکې نه اوبېږي غوا او پسه خو ال پرېږده‪ .‬حضرت علي‬
‫ورپسې فرمايي چې الله سبحانه تعالی که غوښتلی‪ ،‬کولی يې شو خپل تر ټولو ستر او‬
‫حرمتناک نمانځنځی [عبادتګاه] د بڼځایونو‪ ،‬نهرونو او ویالو په منځ کې او په هواره‬
‫ځمکه کې‪ ،‬د مېوه ناکو ونو او بوټو تر منځ او یو تر بله نژدې او نښتو کلیو سره چې‬
‫شاوخوا ته د غنمو او نورو غلو دانو د کرکيلې ځمکې ولري‪ ،‬د ښکلو شینکیو چمنونو‬
‫او تروتازه او ښاليزو کروندځایونو تر منځ د آبادو الرو سره ودان او رامنځته کړي‪ .‬الله‬
‫تعالی ته ډیره آسانه وه چې خپل کور په داسې ښکلو ځایونو کې ترتیب او برابر کړي‪ .‬یا‬
‫حتا په هماغه د عربستان ټاپووزمه کې‪ ،‬خو د هغه په تروتازه او زرغونو سیمو کې‪ .‬له دې‬
‫ټولو سره سره‪ ،‬ددې ودانۍ لپاره يې ولې د اوبه هوا له نظره د ځمکې بتره نقطه او سیمه‬
‫غوره کړې ده؟ الله تعالی کولی شو خپل کور له ګرانو او قیمتي ډبرو لکه زمردو او یاقوتو‬
‫ودان کړي‪ ،‬خپل پیغمبر ته به يې الهام کړی وی کور يې ورته له سروزرو جوړ کړي چې‬
‫داسې برېښنده او ځالند وي چې ځال يې ټول له لېرې واټنونو خپلې لور ته راوڅکوي او‬
‫د ټولو پاملرنه ځانته راواړوي‪ .‬وايي دا ټول يې کولی شو‪ ،‬خو که داسې يې کړي وای نو‬
‫څه به شوي وای؟ نو د انسان دننی کشمکش او کړکېچ او د خلکو له سینو او ټټرونو به‬
‫شک او تردید وتلی وای او ټولو به د هغه لور ته ځغستالی‪ ،‬خو الله تعالی خپل بندګان‬
‫ختَبِرُ عِبَادَهُ بِاَ ْنوَاعِ الشَّدَائِد (‪)۵‬خپل بندګان په راز راز سختیو او‬
‫آزمايي‪ ،‬څه ډول؟ يَ ْ‬
‫هڅو‪ ،‬هاند او مجاهدو چې دردناکې‪ ،‬ستونزمنې‪ ،‬او ناخوښه او نا په زړه پورې دي او‬
‫سر درد پنځوي‪ ،‬آزمايي‪ .‬په دې څيزونو يې امتحانوي‪ .‬ښه دا خو د مکې «جغرافیا» ده‬
‫چې د نړۍ له هر بل ځایه وچه‪ ،‬ستغه او محرومه ده‪.‬‬
‫خو له «تاریخي» پلوه هم مکه له پخوانیو پېرونو څخه د اعتقادي او مذهبي ټکرونو او‬
‫شخړو مرکز وو؛ له کوم مهاله چې حضرت ابراهیم دا کور بنا کړ ــ چې البته ښايي ووایو‬
‫بیا يې ورغاوه ــ او ښايي له هغې مخکې هم‪ ،‬په دې سیمه کې د حق او باطل شخړه‬
‫جاري وه په هماغه مهال کې‪ ،‬د نړۍ په نورو نقطو کې‪ ،‬خلک په یو لړ آدابو او دودونو‬
‫روږدي شوي ول او کابو ټول په یوه لیکه ول‪ ،‬خو مکه‪ ،‬څرنګه چې دلته حق او باطل او‬
‫توحید او شرک پرله پسې د یو بل په وړاندې د تیارسۍ او شخړې په حالت کې وو‪ ،‬په‬
‫پرله پسې توګه د لوړو ژورو څپو څخه ډک یو مرکز و‪ .‬د اسالم د ستر پیغمبر له بعثت‬
‫څخه وروسته هم وضع او حالت په همدې ډول و‪ .‬پغمبر پخپله ددغه ټاټوبي زوی دی او‬
‫ددغه بیت او خوني له بنسټ ايښوونکو سره د وينې او نسب پیوند لري‪ .‬پیغمبر د‬
‫ابراهیم او اسماعیل له نژاده دی‪ ،‬څرنګه چې اسحاق‪ ،‬د حضرت ابراهیم بل زوی‪ ،‬په‬
‫خپله سیمه او ټاټوبي کې پاتې شو او اسماعیل له خپل پالر سره مکې ته راغی او وروسته‬
‫هم ددغه توحیدي کانون اداره کوونکی شو‪ .‬له هغه وروسته يې زامن او وروستي نسلونه‬
‫هم ددغه توحیدي مکتب معلمان‪ ،‬پاسواالن او ساتونکي شول‪ ،‬او اوس د هغوی له نسله‬
‫یو پیغمبر راڅرګنديږي چې د ټولو مخکینیو پیغمبرانو خاتم دی‪ .‬نو‪ ،‬وګورئ په کومه‬
‫کچه وړتیا لري چې الله متعال په دې ښار او په دې پيغمبر چې په دغه ښار کې اوسېږي‬
‫سوګند یاد کړي‪.‬‬
‫ومو ویل چې پیغمبر د سختیو بچی دی‪ .‬یتیم دنیا ته راغی‪ ،‬څرنګه چې مور يې شېدې‬
‫نه د رلودې‪ ،‬دایه يې ورته ونېوله او چون په مکه کې وبا خپره شوې وه ددې لپاره چې‬
‫ژوندی پاتې شي هغه يې کلو بانډو ته ولېږه‪ ،‬له کلي بانډې څخه په ستنېدو يې ډېر ژر‬
‫خپله مور له السه ورکړه نو نيکه يې عبدالمطلب د هغه پالنه په غاړه واخېسته چې هغه‬
‫هم دوه کاله وروسته وفات شو نو تره يې ابوطالب د هغه پالنه په غاړه واخېسته په دې‬
‫ترتیب د قریشو دا یتیم چې په ټوله کې د سر تر سره درد و رنځ تاریخي فرزند و‪ ،‬په داسې‬
‫یو چاپېریال کې چې بېوزلي‪ ،‬وروسته پاتې والی‪ ،‬ناپوهي او جهالتونه په هر لور خپاره‬
‫وو‪ ،‬په رسالت مبعوث شو‪ ،‬داسې یو رسالت چې هغه ته د ډېرو کړاوونو او سختیو‬
‫پیالمه وه‪ .‬که اعراب د جهالت او بت پالنې په آئين روږدي ول او خپل بچیان به يې‬
‫ژوندي په خاورو کې خښول‪ ،‬له یوه سره په یو لور او یوه جبهه کې ول‪ ،‬خو د اسالم د‬
‫پيغمبر له ظهور سره سم تازه او نوې شخړې پیل شوې؛ د هاغو بت پالونکو په وړاندې‬
‫مقاومت چې موحدینو ته به يې ځور او شکنجه ورکوله‪ ،‬په داسې ډول چې د پیغمبر د‬
‫‪ ۲۵‬کالو رسالت په اوږدو کې‪ ،‬په منځنۍ کچه په هرو څلوېښتو ورځو کې یو ځل جګړه‬
‫او نښته پرې وتپل شوه‪ .‬په دې ګواښونکو او سختو شرایطو کې باید مسلمانانو په پنجو‬
‫او غاښونو له خپلې عقيدې او ایمان څخه دفاع کړې وای‪ .‬د بعثت په ړومبنیو کلونو‬
‫کې‪ ،‬چې مسلمانان ډیر زیات شکنجه شول او د ځور او زیاتي الندې ونېول شول او‬
‫ووژل شول‪ ،‬یو شمېر مجبور شول مدینې او حبشې ته کډوال شي او خپله پیغامبر هم‪ ،‬له‬
‫دیارلس کالو وروسته ناچار شو چې په شپه کې له مکې هجرت وکړي‪ .‬په هماغه شپه‬
‫چې نیمه شپه یو شمیر قریشو د مخکیني طرح شوي پالن او توطئي پر بنسټ د پیغمبر د‬
‫وژلو په تکل دهغه پر کور یرغل وکړ او حضرت علي په سرتيرۍ او زړورتیا او د پل د‬
‫ورکولو لپاره د هغه په بستره کې ویده شو‪ .،‬ان تر دې چې له هجرت وروسته په مدینه‬
‫کې هم مشرکینو‪ ،‬پر مسلمانانو د ځور او ظلم څخه الس نه اخېسته‪ .‬تل به يې تعقیب‪،‬‬
‫څارنه او توطئه کوله چې د اسالم ريښه راوباسي‪ .‬پوره درويشت کاله د پیغمبر الرویانو‬
‫او پليونو په سخت ترینو شرایطو کې تېر کړل‪ .‬همدا المل دی چې ددې ښار په تاريخ او‬
‫جغرافیه او د پیغمبر د لوړو ژورو لرونکي او د شخړو او نښتو په توسه په تپل شوي او له‬
‫ستونزو څخه ډک ژوند په دې ښار کې ځانګړې معنا پیدا کوي‪.‬‬
‫سوګند په والد‪ ،‬چې د نکره په بڼه راغلی سوګند په هر والد او زېږوونکي دی؛ هر یو ژوی‬
‫هر یو انسان‪ ،‬او په ټوليزه توګه هر تولد‪ ،‬هر زیږون او تولید د درد او رنځ سره مل دی‪.‬‬
‫هر زیږون درد او ستونزې لري‪ ،‬په هره کچه چې مولود بشپړ او وده يې کړي وي‪ ،‬دنیا ته‬
‫په راتګ يې په هماغه کچه ستونزي زیاترې دي‪ .‬ځېنې ګیاګانې او واښه خپل زڼی او‬
‫توخم په طبیعت کې پرېږدي چې پخپله وده وکړي‪ .‬پالنه يې پر هغو نه ده؛ خو ژوي او‬
‫حیوانات‪ ،‬چې نسبتا وده يې کړې ده‪ ،‬له نوزاد څخه مراقبت او پاملرنه يې هومره ډېره او‬
‫سخته ده‪ .‬هر څومره چې د ژویو اورګانیزم پرمختللی وي د نوزیږي زوکړه يې ډیرترې‬
‫سختۍ او ستونزي لري‪ .‬په انسان کې دا سختي تر ټولو موجوداتو زیاته او په اوچته‬
‫درجه کې ده یعنې نه یوازې د لنګون او زایمان درد‪ ،‬بلکه حمل او دوه ځانيتوب يې هم‬
‫ستونزمن دی او ماشوم او نوزیږي ته شېدې ورکول هم لږ تر لږه تر دوو کالو پورې د‬
‫مور پر غاړه دي‪ .‬ډېری ژوي خپل نوزېږی دنیا ته له راتګ وروسته‪ ،‬په ژبه څټي او‬
‫پاکوي او نوزېږی کولی شي پر پښو ودريږي پل واخلي او رهي شي او پاملرنې ته پرې‬
‫دومره اړتیا نشته‪ .‬خو د انسان نوزېږی کله کله ان د واده تر مهاله او ال تر هغې وروسته‬
‫هم مور اوپالر يې‪ ،‬او په ځانګړې توګه مور يې باید څارنه او پاملرنه پرې وکړي‪ ،‬له خپل‬
‫ځان او وجود څخه پانګونه وکړي او له خپلې هوساینې او راحت تېر شي‪ .‬نو انسانان د‬
‫سختیو‪ ،‬زحمت او رنځ او خوارۍ په منځ کې پنځول شوي دي‪ .‬او هر څومره چې‬
‫موجود مغلق‪ ،‬بغرنج او پشپړ وي‪ ،‬تولد او زېږول يې ستونزمن او له ډېر رنځ‪ ،‬زحمت او‬
‫سختۍ سره مل دي‪ .‬اساساً تولید [زیږون]‪ ،‬زیږول او مولد والی مفته او ساده چاره نه ده‬
‫او په اسانۍ سر ته نه رسيږي؛ زحمت او رنځ لري‪ .‬د انسان زوزات د الله امانت دی‪ .‬الله‬
‫هغه موجود چې له خپله روحه يې په کې پو کړی د موروپالر په واک او اختیار کې‬
‫ورکړی دی‪ ،‬هر څوک باید وويني چې د خپلو بچیانو لپاره څومره زیار ګالي او خواري‬
‫کاږي‪ ،‬څومره حاضر دي چې ایثار وکړي او پانګونه وکړي؟‬
‫لنډه داچې دوه ړومبني سوګندونه د ژوندانه‪ ،‬زیږولو‪ ،‬زیږون او په ټوله کې هر هغه څیز‬
‫چې زېږيږي او متولد کيږي او پالنه مومي سختۍ ته يې‪ ،‬رنځ او درد ته يې اشاره کوي‪.‬‬
‫ویلی شو چې دلته هم دیالکتیکي تز‪ ،‬آتتي تز او سنتز اصطالح ګانې مصداق لري‪ .‬یو تز‬
‫او یوه موضوع شتون لري او یو آنتي تز چې د هغه ضد او ورسره وړ او مناسب دی‪ ،‬دا‬
‫تضاد په ټوله کې تل په طبیعت کې شتون لري‪ .‬خو د تز او آنتي تز له تضاده یو سنتز‬
‫رامنځته کيږي چې د هاغو دواړو محصول او پایله ده‪ .‬یعنې د هغوی له منځه متولد‬
‫کيږي او زيږيږي‪ .‬د هاغو سختیو له منځه هم د اسالم پیغمبر وزېږيد او ورپسې‬
‫سختیو‪ ،‬خواریو‪ ،‬رنځونو او دردونو هم دهغه دین او الرې ته پراختیا ورکړه‪ .‬اسالم په‬
‫ډیرو سختیو او ستونزو کې نړۍ ته راغی او فکر او اند يې د هماغو ستونزو او سختیو‬
‫په منځ کې د دیرشو څلوېښتو کلونو په موده کې ‪ ،‬د هغې زمانې د نړۍ پر لویه برخه په‬
‫لنډه موده کې پراختیا وموندله‪.‬‬
‫خو کومه پایله او نتیجه چې غواړي له دې مثالونو واخلي څه ده؟ لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنسَانَ فِي‬
‫كَبَدٍ‪ ،‬موږ انسان په سختۍ کې پنځولی [خلق کړی] دی‪ .‬دلته ښايي د پاملرنې وړ له یوې‬
‫خبرې یادونه وکړو چې د «انسان» د کلیمې مترادفې کليمې په قرآن کې زیاتې دي‪ ،‬لکه‬
‫«آدم»‪« ،‬بریه»‪ ،‬یا «ناس»‪ .‬خو دا هر یو نوم د انسان پر یو اړخ‪ ،‬بڼه‪ ،‬څېر او پرتم باندې‬
‫داللت کوي لکه د «آدم» نوم زیاتره د هغه پر جسم او اندام داللت کوي‪ .‬یا «انسان»‪ ،‬چې‬
‫«ناس» او «اِنس» هم ورسره مترادف دي‪ ،‬یعنې د آدمي د شخصیت په اړوند دی‪ .‬دلته‬
‫وايي د «انسان» شخصیت په رنځونو‪ ،‬سختیو‪ ،‬ناسمیو او ستونزو کې وده او رشد‬
‫کوي‪ ،‬د بېلګې په توګه‪ ،‬مګر آیا زده کوونکی له دغې طريقې پرته علم او پوهې ته‬
‫السرسی موندلی شي؟ مګر آیا درس ویل او دعلم السته راوړل په سختیو کې نغاړل‬
‫شوي نه دي او د شپو شپو ويښ پاتې کېدل زیار اېستل او ستونزې ګالل او محرومیتونه‬
‫نه لري؟ دا د علم او پوهې د زده کړې طبیعت دی او هر څوک چې غواړي علم حاصل‬
‫کړي پرته له دې بله الر نه لري‪ .‬انسانیت هم له سختۍ سره پالنه مومي‪ .‬د هغه څه پالنه‬
‫چې د انسان په باطن او شخصیت پورې اړه لري‪ ،‬هڅه او زیار غواړي‪ .‬د انسان د ظاهر‬
‫په اړه هم دا قاعده رښتيني ده‪ .‬هر هغه څوک چې غواړي خپل غړي او عضلې ځواکمنې‬
‫او تقویه کړي‪ ،‬هغه هم ستونزي او سختي لري‪.‬مثالً باید لږ تر لږه د ورځې یو دوه ساعته‬
‫درانه درانه وزنونه اوچت کړي یا که غواړي خپل وزن کم کړي ډیرڅیزونه به نه خوري‬
‫فزیکي فعالیت به زیات کوي‪ .‬هر هنر چې غواړي زده کړي‪ ،‬ستونزې او زیار به ګالي‪.‬‬
‫وايي موږ انسان د ستونزو او سختیو په منځ کې پنځولی او اچولی دی‪ ،‬نه د سختیو په‬
‫څنګ کې‪ :‬فی کبد‪ .‬یوازې درې ځله په قرآن کې د «انسان» کلیمه د «فی» له کليمې سره‬
‫راغلې‪ ،‬لومړی‪ :‬د «عصر» په سورت کې لَفی خُسرٍ ‪ ،‬دویم‪ :‬د «تین» په سورت کې فی‬
‫أحسَنِ تَقویمٍ‪ ،‬او دریم‪ :‬فیکَبَدٍ په دې سورت کې‪ .‬انسان په ستونزو کې وده کوي او‬
‫پخيږي او شخصیت يې بڼه نیسي‪ .‬بېلګې يې په تاريخ کې ډېرې زیاتې دي؛ موسی چيرته‬
‫ولېږدید؟ د طور غرته‪ ،‬یوه محرومه سیمه‪ .‬عیسی هم همدا راز‪ .‬ټول شپانه ول او ډیر‬
‫سخت شرایط يې درلودل‪ .‬له پیغمبرانو پرته‪ ،‬د تاریخ ستر شخصیتونه هم په سختو‬
‫شرایطو کې را اوچت شول په ټولې نړۍ کې د آزادۍ د غورځنګونو او بهیرونو ستر‬
‫شخصیتونه په سختیو کې ستر شوي او شخصیتونه ترې جوړ شوي دي‪ ،‬د سید جمال‬
‫الدین افغان د ژوند او مبارزې مطالعه مو همدغې پایلې او نتیجې ته رسوي چې څومره‬
‫ستونزې او زحمتونه يې په دې الر کې زغملي دي تبعیدونه او له یوه ځایه بل ځای ته په‬
‫تلل و مجبورېدل او تل په سفرونو او د بې کسۍ ژوند تېرول يې معمول وو خو په ټولو‬
‫ستونزو او سختیو کې يې خپلې الرې ته ادامه ورکوله‪ .‬یا مثالً نیلسون ماندیال او نور او‬
‫نور ټول‪ .‬سړی په سختیو کې پورته کېږي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫کبَدٍ » يې سختي‪ ،‬خواري او رنځ معنا کړی دی‪ ،‬هماغه زیار او زحمت چې د‬
‫‪۴‬ــ « َ‬
‫انسان د روح د تصفيي او د هغه د ودې‪ ،‬رشد او کمال المل کيږي‪ .‬هېښنده دا چې‬
‫کبد[ځیګر] چې د انسان تر ټولو ستره غده ده او د بدن تصفیه خونه نومیږي‪ ،‬سمومات‬
‫او زهري مواد په بې ضرره موادو بدلوي‪ .‬کبد د نورو سیستمونو او اندامونو له ترکیب‬
‫سره کابو د پنځه سوه ځانګړو عملیو او کړنو مسئول دی چې د هغوی تر ټولو مهم يې د‬
‫عفونت په وړاندې مقاومت‪ ،‬د درملو د میتابولیزم تنظیم‪ ،‬د سون او بیا رغونې په‬
‫فعالیتونو کې مشارکت‪ ،‬د اوسپنې ذخیره او د ډول ډول پروټینونو تولید دی‪ .‬کبد‬
‫یوازېنی دنننی غړی دی چې له السه وتلو توکو د بیا زېږ ځواک لري! نو په دې ترتیب د‬
‫کبد په متن کې پنځونه [لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنسَانَ فِي كَبَدٍ]‪ ،‬انسان ته د سختیو له زهرجن تیاو‬
‫سره په جګړه او مقابله کې او د ازمېښتونو په کوره کې د تصفیه کیدلو په بڼه له کبد سره‬
‫ورته نقش محول کول دي‪.‬‬
‫د المنجد قاموس هم په کبد کې شتون [مکابده االمر] داسې تعریف کړی دی‪ :‬له سختیو‬
‫سره مقابله او د کارونو د سرته رسولو لپاره د سختیو زغمل‪ ،‬د بېوزلۍ د ستونزو او د‬
‫فقر زغمل‪ ،‬د ډېرې زیاتې سړې هوا زغمل‪ ،‬د شپې د سفر ډار پر ځان تېرول‪ ،‬د ډګر منځ‬
‫ته دانګل‪ .‬السي ژرندې [مېچنې] ته هم د هغې د سختوالي له المله «کبداء» وايي‪ .‬بله د‬
‫پاملرنې وړ خبره دا چې د «انسان» د نوم ترکیب د «فی» له اضافي توري سره‪ ،‬سربېره پر‬
‫ن‬
‫دې سورت‪ ،‬یوازې په دوو نورو سورتونو کې راغلی دی‪ :‬د عصر سورت « اِنَّ الْاِنْسَا َ‬
‫لَفِي خُسْرٍ» کې او د تین سورت ‪ ) ۴:۰۳ (۴‬آیت‪ « :‬لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِي اَحْسَنِ تَقْوِيم»‬
‫انسان د جوړښت په بهترینو استعدادونو او وده او رشد کې پنځول شوی دی [دتین‬
‫سورت] ‪ ،‬فعلیت ته د خپلو بالقوه استعدادونو د رسولو لپاره اړین دی چې د ستونزو په‬
‫مقابل کې مبارزه وکړي [د بلد سورت]‪ ،‬عمر‪ ،‬د تېرېدو په حال کې دی‪ ،‬وخت لږ او لنډ‬
‫دی او انسان د زیان او خسران په متن کې دی‪ ،‬خو د ایمان او صالح عمل په ځواک او‬
‫نورو ته په حق او صبر د مشورې او توصيې په توسه خپل ځان ژغوري او فالح ته‬
‫رسېږي‪.‬‬
‫کوم موجود چې انسان نومول شوی‪ ،‬نور نومونه هم لري چې هر یو له یو ګوټ او اړخه‬
‫پرې اېښوول شوی دی‪ .‬لکه ‪ :‬اِنس‪ ،‬ناس‪ ،‬آدم‪ ،‬بشر‪ ،‬بریه‪ ،‬او انام‪ .‬خو د انسان عنوان د‬
‫دغه موجود په خپلواک فردي شخصیت او جسمي او روحي جوړښت داللت کوي چې‬
‫د اُنس او الفت‪ ،‬احساساتو او عاطفو او ټولنيز ژوند اهل دی‪ .‬د انسان [او اِنس ] کلمه‬
‫له اُنس نېولو سره له یوې کورنۍ ده‪ ،‬اُنس او الفت‪ ،‬احساسات او عواطف او آشنايي او‬
‫ټولنیز ژوند ته تمایل او له یو بل سره ناسته والړه او د یو بل په شاوخوا راټولېدل او له یو‬
‫بل سره خبرې اترې د انسان ځانګړنه ده‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اَيَحْسَبُ اَنْ لَنْ يَقْدِرَ عَلَيْهِ اَحَدٌ﴿‪﴾۳‬‬
‫آيا [انسان] انګېري‪ ،‬چې هېڅوك پرې [د السبرۍ] ځواک نلري؟!‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ورپسې آیت هغوی ته چې ګومان کوي د سختۍ او ستونزو له زغملو پرته کیدای شي د‬
‫هستۍ له پوهنتون څخه بریالی فارغ شي‪ ،‬وايي‪ :‬اَ َيحْسَبُ اَن لَّن يَقْ ِدرَ عَلَيْهِ اَحَدٌ‪ ،‬آیا ګڼي‪،‬‬
‫آیا انګيري چې دی هرکاره دی او هيڅ ځواک نشته چې پر ده السبری وي؟ آیا بشر پر‬
‫خپل بنسټه عقل او په خپله پوهه ټولو څیزونو ته رسېدلی دی؟ چا بشر ته ځواک او‬
‫قدرت ورکړی دی؟ «لن» د تل او ابد نفی ده؛ آیا بشر ابدا ددې احتمال نه ورکوي چې یو‬
‫قدرت او ځواک دې پرې برالسی اوسي؟ نه پوهیږي چې خدای پرې ځواکمن دی؟ آیا‬
‫یو قانون‪ ،‬یو وجدان‪ ،‬یو خدای‪ ،‬او په پای کې یوه مرجع په کار نه ده؟ آیا هر یو کار مجاز‬
‫دی او هيڅ قدرت او ځواک پر جهان حاکم او واکمن نه دی او موږ په خپل حال‬
‫پرېښوول شوي یو؟‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫يَقُولُ اَهْلَکْتُ مَالًا لُ َبدًا﴿‪﴾۶‬‬
‫وايي‪ :‬ما ډېر مال تباه کړی (‪[ )۳‬تاوان کړی او لګولی]‪.‬‬
‫اَيَحْسَبُ اَنْ لَمْ َيرَهُ َاحَدٌ﴿‪﴾۱‬‬
‫( ‪)۶‬‬
‫آيا انګېري‪ ،‬چې هېچا هغه [په اسراف او د ګناه په کړنو] ليدلى نه د ؟‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ت مَالًا لُّبَدًا‪ .‬وايي زه هغه څه کوم چې زه يې غواړم‪ ،‬زه له هیچا سره هيڅ تړاو‬
‫يَقُولُ اَهْ َلکْ ُ‬
‫نلرم‪ .‬زه هر چيرې چې وغواړم ځم او هر څومره چې وغواړم مصرف کوم‪ .‬مثالً څومره‬
‫جواري مې وکړه او ومې بایلوده! زما خپل مال دی‪ ،‬په چا څه اړه لري! زړه مې غوښتل‬
‫دا وپېرم‪ ،‬هغه وپلورم‪ ،‬هغه کار وکړم‪ ،‬دا کار ونکړم‪َ .‬اهْ َلکْتُ مصرف مې کړ‪ ،‬تباه مې کړ‪.‬‬
‫زړه مې غوښتل دا کار وکړم او ومې کړ‪ .‬مَالًا لُّبَدًا‪ .‬ډېر زیات مال مې الهو کړ! غواړي‬
‫خپل بې کچې ځواک څرګند کړي او ووايي خپله پانګه او شته مې دي هر ډول چې مې‬
‫زړه غواړي او په هره الر کې چې مې وغوښتل مصرف مې کړل او ومې لګول‪ .‬په چا‬
‫سبُ اَن لَّ ْم يَرَ ُه اَحَدٌ‪ .‬آیا هغه دا ګڼي او ګومان لري چې هیڅوک يې نه‬
‫پورې اړه نلري‪ .‬اَيَحْ َ‬
‫ویني؟ جهان ننداره کوونکی نلري؟ مراقب او څارونکی نلري؟ کوم حساب او کتاب‬
‫نشته؟ ته پخپله يې او پخپله؟ په هر یو کار کې په بشپړه توګه آزاد يې؟ ستا کړنې به هيڅ‬
‫پای‪ ،‬پایله او غبرګون ونلري؟ هو‪ ،‬دا د هاغو کسانو روحیه ده چې په هیڅ ډول او بڼه د‬
‫هيڅ منطق‪ ،‬حساب او کتاب‪ ،‬کوم قانون‪ ،‬دین‪ ،‬مذهب‪ ،‬خدای‪ ،‬یا وجدان تر بار الندې‬
‫نه ځي‪ ،‬د دوی منطق دادی چې هر یو کار چې مو زړه غواړي سر ته يې رسوو او په هر‬
‫ډول چې مو زړه غواړي ژوند کوو‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۳‬ــ هالک په اصل کې ضایع کول او تباه کول دي چې زیاتره منفي جنبه لري او د ګناه له‬
‫آفته او عذاب له المله د پیدا شوي مرګ‪ ،‬یا د هغه کار لپاره چې پایله يې هالکت وي‬
‫کارول کېږي‪ ،‬د دفاعي تجهیزاتو لپاره لګښت نه کول [بقره ‪ )۱۰۳:۲(۱۰۳‬ــ َواَنْفِقُوا فِي‬
‫سَبِيلِ ال َّلهِ وَلَا تُلْقُوا بِاَ ْيدِيکُمْ اِلَى التَّهْ ُلکَةِ‪ ]..‬د کرنېزو او نسلي محصوالتو تباه کېدلو ته‬
‫هم قرآن هالکت ویلی دی [بقره ‪ )۲۹۳:۲(۲۹۳‬او آل عمران ‪ ،])۱۱۱:۵(۱۱۱‬په دې‬
‫آیت کې د ډیر مال د هالکت څخه مطلب‪ ،‬داسې ښکاري چې د هوی او هوس په الر کې‬
‫مسرفانه لګښت وي‪.‬‬
‫‪ ۶‬ــ د علق سورت په [‪ )۱۵:۰۶(۱۵‬او ‪ ]۱۴‬آیتونو کې راغلي دي‪ :‬هغه څوک چې دروغ‬
‫ګڼي او مخ اړوي آيا نه پوهېږي چې الله يې تل پرله پسې ويني؟ [اَرَ َايْتَ اِنْ كَذَّبَ وَ َتوَلَّى‬
‫اَلَمْ يَ ْعلَمْ بِاَنَّ اللَّهَ َيرَ ]‪ .‬موږ د الله په منظر او لید کې یو او هر کار مو ویني‪...« .‬قُلْ لَا‬
‫اللَّ ُه عَمَلَکُ ْم‪[ » ...‬توبه ‪۰۴‬‬ ‫ن َلکُ ْم قَدْ نَبَّ َانَا اللَّ ُه ِمنْ اَخْبَارِكُمْ وَسَ َيرَ‬
‫ن ُنوْمِ َ‬
‫تَعْتَذِرُوا لَ ْ‬
‫کمْ‪.])۱۹۳:۰( ۱۹۳ [ »...‬‬
‫(‪ ])۰۴:۰‬او «وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَ َر اللَّ ُه عَمَلَ ُ‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اَلَمْ نَجْعَلْ لَهُ عَيْنَيْنِ﴿‪﴾۱‬‬
‫آيا هغه ته مو دوه سترګې وركړې نه دي [چې لید او بصیرت ومومي] ؟‬
‫وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ﴿‪﴾۰‬‬
‫( ‪)۱‬‬
‫او [ همدا راز] يوه ژبه او دوه شونډې [ چې وپوښتي او ووايي ]؟‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ورپسې آیت څو یادونې او پاملرنې مطرح کوي‪ :‬اَلَمْ َنجْعَل لَّهُ عَيْنَ ْينِ وَ لِسَانًا وَشَفَتَيْنِ‪ .‬د‬
‫پېژتدنې او شناخت دوه توکو یا وسیلو ته اشاره کوي‪ :‬سترګې او ژبه‪ .‬معموال قرآن د‬
‫انسان لپاره د شناخت د دریو توکو او وسیلو یادونه کوي؛ سترګې‪ ،‬غوږ او زړه [قلب]‪،‬‬
‫خو دلته د غوږ پر ځای‪ ،‬شونډې او ژبه ویل شوي‪ .‬داسې څرګندېږي چې د ناظر خبره د‬
‫انسان د دغو دوو حسونو د فاعلي اړخونو په اړه ده‪ ،‬غوږونه انفعالي حالت لري‪ .‬زمونږ‬
‫غوږونه یوازې اوري‪ ،‬که کوم غږ او آواز نه وي‪ ،‬زمونږ غوږونه هم څه څیز نه اوري‪ ،‬خو‬
‫زمونږ سترګې او ژبه فعال دي‪ .‬زمونږ زړه هم د غوږونو په څېر منفعل دی او له بهر او‬
‫باندنیو پېښو اغېز اخلي‪ .‬په موږ کې دوه فعال او خوځنده عاملونه شتون لري؛ دوه داسې‬
‫عاملونه چې د بولدوزر په څېر مخکې ځي او جهان راسپړي او کشف کوي؛ سترګې او‬
‫ژبه‪ .‬آیا دا موږ هغه ته نه دې وربښلي؟ ته چې وايې ما پخپله دا پانګه او ځواک السته‬
‫راوړی‪ ،‬دا ټول په کوم غښتلتوب او پیاوړتوب؟ مګر داسې نه ده چې د منډ لټه دې کړې‪،‬‬
‫کشف دې کړی‪ ،‬الر دې پرانېستې؟ ښه‪ ،‬تاته چا دا سترګې او د پېژندنې ځواک دربښلی؟‬
‫د لید د ډېر پيچلي حس څخه پیل کوي چې د رحم په درې ګونو تیارو کې رامنځته شوی‬
‫دی‪ .‬که الهي طرحه او نقشه په منځ کې نه وي‪ ،‬نو په تیاره رحم کې کې سترګې جنین ته‬
‫څه په درد لګي؟ پرته له دې چې د راتلونکي ژوند لپاره يې الزمې دي؟ په هغه مطلقه‬
‫تیاره کې سترګې څه راز خاصیت لري؟ د لید جوړښت مطالعه کړۍ وګورئ بېله دې چې‬
‫موږ يې له کار آګاه اوسو په بیړه خپل ځان له لېریو او نژدې واټنونو سره عیاروي‪.‬‬
‫دا خدای راکړی لرلید (دوربین ) تل خپله عدسیه لویه او کوچنۍ کوي او کېدای شي‬
‫چې خاورې ونېسي او وچې شي‪ ،‬تل د بڼو په توسه لوندې ساتل کيږي‪ ،‬باڼه هم د‬
‫عدسيې په مخکې د لمر پر وړاندې د چتر رول لوبوي او وريځي د تندي خولې دوو لورو‬
‫ته اړوي‪ .‬او د تندي وتلې برخه پر ځمکه د پرځېدو پرمهال‪ ،‬د سترګو ليد ته د ټپ او ضرر‬
‫له رسېدو مخنېوی کوي‪ .‬او بارخوګان هم سترګې‪ ،‬د سترګو په «حدقه» [کاسه] کې‬
‫ژغورلې او په امن کې ساتي‪« .‬حدقه» د «حدق» له رېښې د احاطه کولو په معنا ده‪ .‬باغ ته‬
‫هم «حدیقه» وايي‪ ،‬ځکه چې محصور او ايسار دی او اوبول کيږي‪ .‬د سترګو باغ تل‬
‫اوبول کيږي‪ ،‬او یا د ماشين په څېر‪ ،‬غوړ او نرمېږي چې د بڼو په تل او پرله پسې‬
‫پرانېستلو او تړلو کې وچې او خرابې نه شي‪ .‬الله تعالی د اوښکو د غدو په توسه‪ ،‬هغه‬
‫ه م د راز راز ترشحاتو او څڅوبي په توګه د انسان د لید توکی او وسیله پرله پسې ترمیم‬
‫او تازه کوي‪ .‬او دا د ډیرو چارو یوازې یوه چاره ده چې سترګې يې سرته رسوي‪ .‬د‬
‫سترګې انعکاسي حالت‪ ،‬د نور وېش او د نور ماتېدل پکې‪ ،‬د دغه غړي مخکينۍ برخه‪،‬‬
‫ددې شاتینۍ برخه‪ ،‬مشیمیه يې‪ ،‬عنبیه يې‪ ،‬شبکیه يې‪ ،‬زجاجیه يې‪ ،‬بې شمېره برخې‬
‫چې ال تر اوسه له عملي پلوه سل په سلو کې څرګندې نه دي چې څه ډول وړتیا او‬
‫ځواک لري‪ .‬په ځانګړې توګه چې په پای کې نږه فزیکي بهیر په برېښنايي [الکتریکي]‬
‫بهیر بدلېږي او د اعصابو له الرې ماغزو ته لېږدول کيږي او ماغزه تفسیر کوي چې‬
‫وګړي څه څيز ليدلی دی‪ .‬او وګورئ دا ټول په څومره حیرانوونکي بیړه سر ته رسيږي او‬
‫څه ډول ساتل کيږي او په اړین مهال د مغز په واک کې ورکول کيږي‪ .‬برېښنايي لرليدونه‬
‫[الکترونیک دوربینونه] چې انځورونه په خپله حافظه کې ساتي د سترګو له ماډل او‬
‫نمونې ځخه يې الهام اخېستی دی‪ ،‬سره ددې چې تر اوسه نه دي توانېدلي د مغز د‬
‫ځواک او وړتیا په کچه کوم دوربین جوړ کړي چې میلیاردونه میلیارده انځورونه په ځان‬
‫کې وساتي او د ارادې سره سم يې حاضرکړي‪ .‬پوښتنه کوي چې چا تاته دا نعمتونه‬
‫دربښلي دي؟ اَلَ ْم َنجْعَل لَّهُ عَيْنَيْنِ‪ .‬آیا موږ ده ته دوه سترګي نه دې ورکړي؟ که بشر یوه‬
‫سترګه درلودی‪ ،‬څرنګه به يې ليدل؟ لږه شېبه خپله یوه سترګه پټه کړئ؛ خپل چاپېریال‬
‫څه ډول وینئ؟ که څوک خپله یوه سترګه له السه ورکړي څه حال به ولري؟ د دواړو‬
‫سترګو په توسه موږ کولی شو خپل لېرې او نژدې‪ ،‬لید او ابعاد وپېژنو‪ .‬وَلِسَانًا او ژبه مو‬
‫درته درکړې چې د هغې په توسه خبرې کوئ‪ .‬ژبه‪ ،‬هم د وینا د قوې وسیله ده او هم د‬
‫څکلو د قوې وسیله ده‪ .‬د هغه سلولونه څلور خوندونه پيژني او انسان د خپلې ژبې په‬
‫هره برخه کې‪ ،‬یو له خوندونو تريخوالی‪ ،‬تریووالی‪ ،‬خوږوالی او تروشوالی د هغه په‬
‫ځانګړو اعصابو حس کوي او له نورو خوندونو سره يې توپير پېژني‪ .‬سربېره له دې ژبه‪،‬‬
‫غذا په خوله کې اړوي را اړوي او الړې ورسره ګډوي‪ .‬او په عین حال کې‪ ،‬له کومي او‬
‫شونډو او سږو سره په هم غږۍ‪ ،‬د هوا بهیر ته لوری ورکوي‪ .‬يوه شېبه خپلې شونډې مه‬
‫ښوروئ‪ ،‬وګورئ آیا کولی شئ خبرې وکړئ؟ یا هڅه وکړئ خپله زنه او ژبه ونه‬
‫ال خبرې کول شوني دي؟ په دې آیتونو کې وايي ته چې د‬
‫ښوروئ‪ ،‬وګورئ آیا اص ً‬
‫لېدنې‪ ،‬اورېدنې او وینا د وسېلو او توکو په مرسته یو ځای ته رسېدلی يې‪ ،‬دا ټول تاته چا‬
‫در بښلي دي؟‬
‫اَيَحْسَبُ اَن َّلمْ يَرَ ُه َاحَدٌ‪ .‬اَلَ ْم َنجْعَل لَّ ُه عَيْنَيْنِ‪ .‬وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ‪ .‬دا دواړه شونډې او‬
‫حنجره چې له غږیزو تارونو سره يې زموږ په واک کې راکړل شوي ده‪ ،‬چې له یو چا یو‬
‫نامتو ویاند جوړو ي او داسې ښه او خوښند غږ يې له حنجرې راوځي چې د «طاليي‬
‫حنجرې» لقب اخلي‪ .‬آیا دا نعمتونه يې پخپله منځته راوړي دي؟ څوک دی چې دا‬
‫وړتیاوې او ځواکونه يې انسان ته بښلي دي چې له خپلې ژبې‪ ،‬شونډو او حنجرې سره‬
‫ځينې خلک تر آغېز الندې راوړي‪ ،‬منقلب يې کړي او احساسات يې راوپاروي؟‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۱‬ــ «جعل» [لګول یا ځای پر ځای کول] د دوو سترګو او ژبې او دوو شونډو‪ ،‬له خلق‬
‫کولو وروسته په داسې ډول لګول او څای پر ځای کول چې د پنځونې او تخلیق د کمال‬
‫نښه ده‪ ،‬او نکره راتلل يې د هاغه استعداد او امتیاز بیانوونکی دی چې نورو ته يې‬
‫ظاهري درک او بیان شونی کوي‪ .‬په دې خبره کې چې ‪ « :‬چو بینی که نابینا و چاه است‪،‬‬
‫اگر خاموش بنشینی گناه است» د سترګو او ویندویي نقش په الر موندلو او د نورو په‬
‫الرښوولو کې په ساده ژبه بیان شوی دی‪ .‬معموالً په قران کې د درې ګونو توکو سمع‪،‬‬
‫بصر او فؤاد [ یا قلب] نوم یاد شوی دی‪ ،‬خو دلته د سمع پر ځای‪ ،‬چې انفعالي او د‬
‫اخېستلو او تر السه کولو حالت لري‪ ،‬د وینا له سیستم د هغه له فعال حالت سره یادونه‬
‫شوې ده چې د انسان په خپل کنټرول کې دی‪.‬‬
‫دا چې انسان د سختیو په منځ کې [فِی کَـ َبدٍ ] پنځول شوی دی‪ ،‬څه ډول او له کومو‬
‫توکو او وسیلو سره کولی شي پر ستونزو برالسی شي؟ آیا پرته له دغو دوو وسیلو چې د‬
‫اختیار او انتخاب د ځواک ښکارندوی دي او د جهان او نورو سره د اړیکو نیولو او‬
‫رسولو او السته راوړلو وسیلې دي؟ د انسان د سترګې د جوړښت په اړه حیرانتیاوې چې‬
‫د جنین په دوران کې د مور د رحم په درې ګونو تیارو کې بڼه نيسي‪ ،‬دومره زیاتې دي چې‬
‫ال تر اوسه علم د هغه په حیرانوونکو پېچلتیاو بشپړ السبری نه دی موندلی‪ .‬د حضرت‬
‫علي (ک و) په له حکمته ډکه او ارزښناکه خبره‪ :‬له دغه انسانه هیښنده شئ چې په یوه‬
‫ټوټه وازګه ويني او په یوه ټوټه د غوښې خبرې کوي او په هډوکي (کره پندوکي) اوري‬
‫ظرُ بِشَحْم ٍ وَ یَ َتکَلمُ بِلَحْم ٍ وَ یَسْمَعُ‬
‫او له یو سوري ساه کاږي! « اعْجَ ُبوا لِهَ َذا الْ ِانْسَانِ یَنْ ُ‬
‫ن خَ ْرمٍ »[نهج البالغه ‪ ۱‬حکمت]‪.‬‬
‫بِعَظْم ٍ َو یَتَنَفسُ مِ ْ‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ﴿‪﴾۱۹‬‬
‫(‪)۱‬‬
‫او هغه مو دوو لوړو[پوړونو او هسکو ] ته[= دوه اخالقي څوکو ته]هدایت کړی نه دی؟‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَهَدَيْنَاهُ ال َّنجْدَيْنِ‪ .‬آیا موږ چې د انسان د وجود د پرمختګ دا دوه انجنونه؛ سترګې او‬
‫ژبه هغه ته ورکړي دي‪ ،‬آیا د هغه په هدایت کې مو لنډوالی او کمی کړی دی؟ آیا ورته مو‬
‫نه دې ویلي چې کومې لور ته حرکت وکړي؟ آیا نَّجْدَيْنِ‪ ،‬یعنی دوه «نَجْد»‪ ،‬مو ورته نه‬
‫دي په ګوته کړي؟ «نَجْد» یعنې اوچته او لوړه ځمکه‪ .‬یعنې هماغه د خیر او شر دوه ډګره‬
‫او ساحې‪ .‬نو‪ ،‬انسان په خپل حال نه دی خوشې شوی‪ ،‬هغه ته ور په ګوته شوي چې څه‬
‫بد دي او څه ښه دي؛ کوم څيز خیر دی او کوم څیز شردی؛ څه بدرنګ دي او څه ښکلي‬
‫دي؛ څه حالل دي او څه حرام دي‪ .‬دغه دوه قطبونه او دوه لوري‪ ،‬انسان خپلې لور ته‬
‫راکاږي او هر دواړه د هغو د ټولو برخو سره بیان او څرګند شوي دي‪.‬‬
‫ن‬
‫ن مِ َ‬
‫ل اَتَى عَلَى الْاِنسَانِ حِي ٌ‬
‫د «انسان» په سورت کې يې هم دې ته ورته ویلي دي‪ :‬هَ ْ‬
‫الدَّهْرِ لَمْ َيکُن شَيْئًا مَّ ْذكُورًا‪ .‬آیا انسان په یاد نه راوړي چې داسې یو وخت او روزګار پرې‬
‫تیر شو چې دی هيڅ وه؟ هيڅ یعنې حتا د یو الکترون په کچه هم نه و چې په اړه يې‬
‫خبره وکړای شي؟ ِانَّا خَلَقْنَا الْاِنسَانَ مِن نُّطْفَة اَمْشَاجٍ‪ .‬موږ انسان د راز راز وړتیاو او‬
‫استعدادونو واال نطفې څخه وپنځاوه‪ .‬نَّبْ َتلِيهِ َفجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا‪ .‬او هغه مو د ژوندانه‬
‫په ډګر کې په ازميښت او ننګوونو کې له سختیو او ستونزو سره واچوه او د پېژندنې‪،‬‬
‫اورېدنې او لېدنې وسیلې مو هغه ته وربښلي دي‪ ،‬او په دې مو بسنه نه ده کړې؛ اِنَّا هَدَيْنَاهُ‬
‫السَّبِيلَ‪ ،‬الره مو هم هغه ته ورښوولې ده‪ :‬هم د هغه زړه‪ ،‬سږو‪ ،‬او ټولو برخو‪ ،‬غړو او‬
‫السونو او سلولونو ته مو تکویني او جسمي هدایت ورکړی دی چې پوه شي او څه ډول‬
‫کار وکړي‪ ،‬او هم تشریعي هدایت یعنې نبوت او شریعت‪ِ .‬امَّا شَاكِرًا َواِمَّا كَفُورًا‪)۴(.‬‬
‫اوس نو پخپله باید وټاکي او انتخاب وکړي چې کومه الر غوره کوي د شکر الر نيسي او‬
‫که د ناشکرۍ او کفر‪ .‬خوښه دې که غواړې پاسللی او منندوی اوسې‪ ،‬او یا که غواړې دا‬
‫ټول نالېدلې وګڼې او دا دعوه وکړې چې خالق نشته‪ ،‬او ووايي زه په طبعت کې د پیښو‬
‫او واقعاتو پایله او حاصل یم‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۱‬ــ « نَجْدَیـْن » چې د « َنجْد» [لوړه او اوچته ځمکه] تثنیه ده‪ ،‬د ورته آیتونو قرینه چې‬
‫شکر او کفر‪ ،‬تقوا او فجور‪ ،‬خیر او شاکر او ددې په څېر نور تقابلونه يې یو تر بله څنګ‬
‫په څنګ څرګند کړي دي‪ ،‬حال دا چې د نجد «کلمه» پر لوړوالي‪ ،‬سترتوب‪ ،‬زړورتیا او‬
‫شجاعت داللت کوي او د شر او کفر او فجور له دغو صفتونو سره هیڅ نسبت نشته‪ .‬د‬
‫نجد د مفهوم په اړه يې ویلي دي؛ ځواکمن سړی چې پر ستونزو برالسی شي ‪ ،‬هغه‬
‫څوک چې د نورو مرستې ته ورودانګي‪ ،‬د کار له المله ډیر خولې شي‪ ،‬د هغو کارونو په‬
‫سرته رسولو بریالی شي چې نور يې له سرته رسولو عاجز وي او هغه سړی چې د نورو‬
‫بلنه په بیړه مني‪ .‬دې ته په پاملرنې سره چې دا ټول صفتونه د همت لوړوالي ته اشاره‬
‫کوي‪ ،‬آیا نه شو ویلی «نَجْدَیـْن»[دوه لوړې] هماغه دوه بنسټيزې نیکۍ دي چې د‬
‫[عقبه] (ستغ ستونځ ) په وصف کې په ورپسې آیتونو [‪ ۱۵‬او ‪ ]۱۴‬کې راغلي دي‪ ،‬یعنې‬
‫همغه د اسیرانو [نېول شوو] آزادول او د وږو ګېډه مړول ؟ [والله اعلم]‬
‫بل احتمال د « َنجْدَیـْن» په معنا کې دوه هسکې او لوړتیاوې دي چې د انسان نفس کولی‬
‫شي د دوو نعمتونو لید نې او و ینا په مرسته هغوی ته پورته شي‪ .‬لومړنی یې «بصیرت»‬
‫نومولی او دویمی يې «کالم» چې د انسانانو تر منځ د اړیکو مهمترینه وسیله ده او‬
‫ادبیات او عرفان او ډیر هنرونه لکه موسیقي او آواز له هغه پنځول شوي دي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ﴿‪﴾۱۱‬‬
‫خو هغه [انسان له دې سره سره ال تـر اوسـه ] د دې غونـډۍ هغـه سـتغ سـتونځ [او‬
‫( ‪)۰‬‬
‫هسک پوړ ] سرکولو [او ختلو] ته هیڅ غاړه نه ده ايښې‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫حمَ الْعَقَ َبةَ‪.‬نه‪ ،‬هغه سخت پېچومی او ستغ ستونځ يې نه دی سرکړی‪«.‬عَقَبه»یعنې‬
‫فَلَا اقْتَ َ‬
‫ګردنه‪ ،‬پېچومی‪ ،‬ستونځ‪،‬کوتل او په غره کې سخته او ستونزمنه الر‪.‬لکه د غره د څوکي‬
‫الر‪ .‬له غره مخ په کښته تلل ساده او آسان دي‪ ،‬مخ په ځوړ تګ آسان او راحت دی‪ .‬خو‬
‫له «عقبه» چې دغره پورتنۍ برخې‪ ،‬نرۍ او تنګې دي‪ ،‬تېرېدل پرې ستونزمن دي‪.‬‬
‫«اقتحام» هم‪ ،‬د افتعال په باب کې‪ ،‬د سخت او ستونزمن کار لپاره استقبال او‬
‫چمتووالی دی‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫حمَ» د افتعال په باب کې د «قحم» له رېښې‪ ،‬د سختې او ستونزمنې مبارزي په‬
‫‪۰‬ــ «اقْتَ َ‬
‫منځ کې د سخت او ستونزمن کار لپاره استقبال‪ ،‬چمتووالی او غاړه ايښوول دي‪ .‬خو‬
‫«عَقَـبَه» د غره د څوکي په لور ستغ ستونځ او سختې تګ الرې ته ویل کېږي چې ختل‬
‫پرې ډېر سخت دي او په تنګه او نرۍ الر يې غرختونکي په لیکه یو د بل پسې او یو دبل‬
‫په «عقب» حرکت کوي‪ .‬رشد‪ ،‬ودې او کمال ته په رسېدلو کې د انسانیت او معنویت د‬
‫سختو پېچومو او ستغو ستونځونو د ښوولو لپاره په مجازي بڼه له دغه لفظ څخه‬
‫استفاده کېږي‪ .‬د حضرت علی په حکیمانه ویناو کې دوه ځلې له دغه لفظ څخه استفاده‬
‫ف‬
‫کوُوداً‪ ،‬الْمُخَ ُّ‬
‫عقَـبَ ًة َ‬
‫ن اَمامَکَ َ‬
‫شوې ده‪ ۵۱ :‬لیک ‪ ۶۲‬بند[امام حسن ته] ‪ « :‬وَ اعْ َلمْ اَ َّ‬
‫ع » [ او پوه شه زویکه‬
‫فِیْها اَحْسَنُ حاالً مِنَ ا ْلمُثْقِلِ‪ ،‬وَالْمُبْطِىُ عَلَیْها اَقْبَحُ حاالً مِنَ الْمُسْرِ ِ‬
‫چې ستا مخامخ کېدل د ستغ ستونځ سره دي چې له سپک بار سره ترې تېرېدل‪ ،‬له درانه‬
‫بار څخه بهتردي او هغه چې ورو ورو پل اوچتوي‪ ،‬حال يې بتر له هغوی دی چې په‬
‫بیړه ترې تېرېږي]‪.‬‬
‫‪ ۱۰۳‬خطبه ‪ « :‬تَجَ َّهزُوا رَحِمکُمُ اللَّهُ‪ ،‬فَقَدْ ُنودِیَ فیکُمْ بِالرَّحِیلِ‪ ،‬وَ َاقِلُّوا الْ ُعرْجَةَ عَلَی الدُّ‬
‫ک ُووداً‪ ،‬وَ مَنَازِلَ مَخُوفَةً‬
‫کمْ عَقَـبَ ًة َ‬
‫کمْ مِنَ الزادِ‪ ،‬فَاِنَّ اَمامَ ُ‬
‫ضرَتِ ُ‬
‫ح ما بِحَ ْ‬
‫نْیا‪ ،‬وَانْ َقلِ ُبوا بِصالِـ ِ‬
‫مَهُو َلةً‪ ،‬الُب َّد مِنَ الُْورُودِ عَلَیْها وَا ْلُو ُقوفِ عِنْ َدها»[[ چمتو شئ ــ الله پر تاسو رحمت او‬
‫لورینه کوي ــ چې ستاسو ترمنځه يې د کوچ او لېږد غږ خپور کړی دی‪ ،‬په دنیا کې خپل‬
‫توقف او تم کېدل لږ [لنډ] کړئ او د نېکئ له توښې سره چې له ځان سره مو اخېستې ده‬
‫بېرته ستانه شئ [منقلب شئ]‪ ،‬ځکه ستاسو مخې ته ستونزمن ستغ ستونځ دی چې په‬
‫سختۍ ترې تېریدل شوني دي‪ ،‬بوږنوړي او ډاروونکي تم ځایونه دي چې په ناچارۍ به‬
‫پرې وارد او تم شئ]]‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَمَا اَدْرَاكَ مَا الْعَقَبَ ُة﴿‪﴾۱۲‬‬
‫(‪)۱۹‬‬
‫او ته څه پوهېږې‪،‬چې هغه د غونډۍ ستغ ستونځ [ته ختل] څه څيز د ؟‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَمَا َادْرَاكَ مَا الْعَقَبَةُ‪ .‬او ته څه پوهېږې چې«عقبه» څه څيز دی؟ دا یو تمثیل دی زمونږ د‬
‫پوهې لپاره او که نه نو د غره د پیچومی او کوتل دلته څه کار نه شته‪ .‬یعنې لکه څه ډول‬
‫چې مخ په لوړه تګ زحمت او ستونزې لري او باید دې کار لپاره خولې توي شي او‬
‫درانه بارونه ولېږدوي او په سختیو کې کوږ او کړوپ الر ووهي‪ ،‬په ژوندانه کې هم ډېر‬
‫کارونه هماغه د مخ په لوړه تګ په څېر دي‪ .‬خو انسان نه غواړي ستونزې وزغمي‪ .‬نه‬
‫غواړي باور وکړي چې په«کَبد»کې پنځول شوی دی‪ .‬نه غواړي ځان ته زحمت ورکړي‪،‬‬
‫په دې باور نه لري چې«نابرده رنج گنج میسر نمی شود» او یا دا چې«بې زحمته راحت‬
‫نشته زماوروره که عزت غواړې زحمت درلره بویه»‪ .‬همدا یعنې َفلَا اقْ َتحَمَ الْعَقَ َبةَ‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۱۹‬ــ د « ما ادریک» او « ما یدریک» جمله ‪ ۱۶‬ځله په قرآن کې تکرار شوې ده‪ .‬چې په‬
‫ټوله کې د قیامت او له طبیعت څخه په اخوا او پورې غاړې او یا د پېچلو علمي ستونزو‬
‫او مسئلو په اړه دي چې درک او پوهه يې د هغې زمانې او وسمهال علم په توسه شوونی‬
‫نه وه او نه ده‪ .‬لکه ‪:‬‬
‫ماادریک‪ :‬مایوم الدین‪ ،‬مایوم الفصل‪ ،‬ما القارعه‪ ،‬ما الحطمه‪ ،‬ما الحاقه‪ ،‬ماسجین‪ ،‬ما‬
‫علیون‪ ،‬ما الطارق‪ ،‬ما العقبه‪ ،‬ما لیلة القدر‪ ،‬ما هی [هاویه]‪ ،‬ما یدریک لعل الساعة‪ ،‬ما‬
‫یدریک لعله یتزکّی ‪.....‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فَكُّ رَقَبَة﴿‪﴾۱۵‬‬
‫(‪)۱۱‬‬
‫[ = د مريي ازادول او له مریتوبه د ځان آزادول]‬ ‫[له اسارته] د غاړې آزادول دي‪،‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫پــــه ورپســــې آیــــت کــــې هغــــه شــــمېري او پــــه ګوتــــه کــــوي‪ :‬فَــــكُّ رَقَبَــــة‪ .‬د غــــاړې‬
‫آزادول‪ .‬یعنــــــې د غــــــالم آزادول‪ .‬پــــــه پخــــــوا وختونــــــو کــــــې د غــــــالم آزادول‬
‫ډیرســـــخت او ســـــتونزمن کـــــار و‪ .‬ســـــړي بایـــــد پیســـــې ورکـــــړې وای چـــــې یـــــو‬
‫انســـان ازاد کـــړي‪ .‬اوس چـــې غـــالم نشـــته‪ ،‬څـــه کـــار بایـــد وکـــړل شـــي؟ هماغـــه‬
‫پـــه پخوانیـــو زمـــانو کـــې هـــم آیـــا د دنیـــا پـــه ټولـــو ځـــایونو کـــې غالمـــۍ شـــتون‬
‫درلـــود؟ آیـــا فکـــر نـــه کـــوئ چـــې موخـــه او منظـــور يـــې لـــه دې څيزونـــو پورتـــه او‬
‫اوچـــت کـــوم بـــل څيـــز وي؟ ســـره ددې چـــې قرنونـــه کيـــږي غالمـــي لغـــو شـــوې‬
‫او هغـــه پخـــوانۍ بڼـــه يـــې لـــه منځـــه تللـــې ده‪ ،‬خـــو زمـــونږ پـــه مدرســـو کـــې تـــر‬
‫دې وروســـــتیو کلونـــــو پـــــورې د غـــــالم د آزادولـــــو احکـــــام تـــــدریس کېـــــدل او‬
‫کېـــدی شـــي پـــه ځينـــو کـــې همـــدا اوس هـــم تـــدریس کيـــږي‪ .‬خـــو دلتـــه وايـــي‬
‫«فـــــــکُّ رقبـــــــه»‪ «.‬فـــــــکُّ » یعنـــــــې جـــــــداکول او بېلـــــــول ‪ .‬د «انفکـــــــاک» او‬
‫«تفکیــــک» وییونــــه هــــم لــــه همــــدې رېښــــې دي‪ .‬کلــــه چــــې وايــــي یــــوه ځمکــــه‬
‫بایـــد تفکیـــک کـــړی شـــي‪ ،‬موخـــه يـــې داده چـــې بایـــد هغـــه د ځـــانګړو ټوټـــو پـــه‬
‫بڼه يو له بله بېلې کړی شي‪ ،‬د غاړې فک کول یعنې څه؟ شاعر وايي‪:‬‬
‫«رشتهای بر گردنم افکنده دوست میبرد آنجا که خاطرخواه اوست»‬
‫انسان فکر کوي چې آزاد دی؛ خو زموږ د ټولو په غاړه یو نالېدی [نامرئي] بند تړل‬
‫شوی دی او موږ يې بند کړي یو‪ .‬دا بند هماغه هوا ده چې په سر کې يې لرو‪ .‬حضرت‬
‫ابراهیم حاضر شو هغه بند چې اسماعیل يې و‪ ،‬له غاړې خوشې کړ‪ .‬اوس نو موږ خپل‬
‫ځان ته وګورو چې کوم څيزونه دي چې موږ يې د ځان اسيران کړي یو‪ .‬قرآن وايي چې‬
‫همْ‪ ،‬هغه فرهنګي درانه بارونه چې د‬
‫صرَ ُ‬
‫ضعُ عَنْ ُهمْ ِا ْ‬
‫پيغمبر ددې لپاره راغلی دی چې َو يَ َ‬
‫ت عَلَيْهِمْ (‪ )۳‬او هغه‬
‫ل الَّتِي كَانَ ْ‬
‫منحرفانو او الرورکو پر شا دي لېرې کړي‪ ،‬وَاالَغْالَ َ‬
‫زولنې او زنځیرونه چې د هغوی په غاړه او پښو تړل شوي‪ .‬کومې زولنې او زنځیرونه؟‬
‫یو داستان دی وايي یو چا چې ظاهراً عارف او صوفي مزاجی شخصیت و‪ ،‬شیطان يې‬
‫په خوب کې ولید چې په په الس کې يې رسۍ‪ ،‬پړي‪ ،‬زنځيرونه او دا ډول څيزونه دي‪ .‬یو‬
‫چا ترې پوښتنه وکړه دا څه دي؟ ورته وايي دا زنځير د فالني صاحب لپاره دی چې هر‬
‫وخت ضرورت وي په غاړه کې يې ورته اچوم او په ځان پسې يې راکاږم‪ .‬زنځیر مې‬
‫ځکه ورته غوره کړی دی چې په آسانۍ مې وسوسو ته نه تسلیمیږي‪ .‬او دا هم رسۍ ده‪،‬‬
‫دا د فالني شخصیت په غاړه کې اچوم‪ .‬پوښتنه يې ترې وکړه نو زما لپاره څه شی دی؟‬
‫ورته وايي ستا پړي ته اړتیا نشته تاته خو چې څنګه غږ کړم سمدالسه راپسې روانېږې‪.‬‬
‫واقعیت دادی چې هر څوک په يو څه ګرفتار دی ــ هماغه چې سړی ګهیځ له خوبه‬
‫پاڅيږي‪ ،‬تر شپې پورې چې سر په څنګل ایږدي ټول هوش اوحواس يې هغه ته وي‪ .‬دا‬
‫نو کیدی شي پیسې وی‪ ،‬مقام وي‪ ،‬جاه وجالل وي‪ ،‬شهوت وي‪ ،‬شهرت وي‪ ،‬یا کوم بل‬
‫هر څیز‪ .‬هر څه چې دي مونږ يې د ځان اسیران کړي یو او زموږ له الوت او پرواز څخه‬
‫يې مخنېوی کړی دی‪.‬‬
‫وايي ته پوهېږې پېچومی او ستغ ستونځ څه دی؟ دا چې ځان آزاد کړې‪ .‬وګوره د څه‬
‫څيز اسیر ي ي؟ که په مال پورې دې نښتی يې او حاضر نه يې ځان له هغه وشکوې او آزاد‬
‫کړې‪ ،‬هغه خوشې کړه چې غاړه دې آزاده شي‪.‬‬
‫ال الً ‪ ،‬موږ يې پر غاړه‬
‫د «یس» سورت کې بیا همداسې وايې‪ :‬اِنَّا جَعَلْنَا فِي اَعْنَاقِهِمْ اَغْ َ‬
‫الذْقَانِ فَهُم ُّمقْمَحُونَ‪« )۶(.‬اذقان» د «ذقن» جمع د زنې‬
‫زنځیرونه اچولي دي‪ .‬فَهِيَ اِلَى ا َ‬
‫په معنا ده‪ .‬دا زنځیرونه د هغه چا په څېر چې د ورمېږ د مفصل درد لري‪ ،‬د زنې تر‬
‫الندېنۍ برخې پورې يې نېولی‪ ،‬چې سرونه يې ایغ و نېغ پاتې شوي او نه شي کولی د‬
‫خپلو پښو مخه وویني‪ .‬ځينې خو داسې په زولنو او زنځيرونو تړل شوي چې نه کيڼ‬
‫لوری ويني او نه ښی لوری؛ نه زمانه او مهال ويني‪ ،‬نه ټولنه‪ ،‬نه د روزګار بدبختۍ‪ ،‬نه‬
‫دفقیرانو فقر و فالکت‪ ،‬هيڅ څيز ‪ .‬لکه د یو عصار آس په څېر په خپل چورليځ څرخي‪،‬‬
‫روزګار ګرځوي‪.‬‬
‫نو‪ ،‬تر ټولو مهمتر او ړومبنی المل چې انسان هغې څوکې ته نژدې کوي‪ ،‬له قید او تړاو‬
‫څخه آزادېدل‪ ،‬خوشې کېدل او رها کېدل دي‪ .‬تړل شوی سړی نه شي کولی پورته الړ‬
‫شي‪ ،‬کوم بند چې زما په پښوتړل شوی نه پرېږدي پورته والړشم زه يې ځمکې پورې‬
‫الرْضِ ثقیل شوي یاست‪ ،‬په ځمکې پورې‬
‫نښلولی یم‪ .‬د قرآن په تعبیر‪ :‬اثَّا َقلْتُ ْم اِلَى ا َ‬
‫خرَةِ‪)۱(.‬‬
‫نښتي یاست‪ .‬آیا په دې دنیا راضي شوي یاست؟ اَرَضِيتُم بِا ْلحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ اآل ِ‬
‫ولې پورته نه راځئ؟ ولې مو په دنیا بسوالی کړی دی او د آخرت په وړاندې د دنیا په‬
‫ژوند راضي یاست؟‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۱۱‬ــ «رقَبه» هماغه غاړه ده‪ ،‬خو مجازي معنا يې د اسارت بند دی‪ .‬ددې کلمې اصل‬
‫«رقب» د ساتنې او انتظار په معنا دی او مراقبت او ترقب [ د انتظار سترګې لرل] له‬
‫همدې رېښې دي‪« .‬رقیب» چې له الهي ښکلو نومونو [اسماء الحسنی] څخه دی د‬
‫بندګانو له اعمالو پر مراقبت او محافظت داللت کوي [نساء ‪ )۱:۴(۱‬او مائده ‪۱۱۱‬‬
‫(‪ .])۱۱۱:۳‬داسې ښکاري چې جنګي اسيرانو ته يې له دې المله رقبه ویلي چې آزاد او‬
‫خوشې نه دي او له هغوی مراقبت او ساتنه کيږي چې ونه تښتي‪ .‬خو «فَكُّ رَقَبَة »‪ ،‬له‬
‫اسارت څخه د غاړو منفک کول او آزادول دي چې په ډېرو سورتونو کې د «تحریر رقبه»‬
‫[له اسارت څخه د غاړو آزادول ] په عنوان راغلي دي [نساء ‪ ،)۴: ۰۲( ۰۲‬مائده ‪۱۰‬‬
‫(‪ )۳: ۱۰‬او مجادله ‪ .])۵:۳۱( ۵‬په قرآن کې د صدقو له موردونو او د ابرار له ځانګړنو‪،‬‬
‫یو هم د اسیرانو د آزادولو لپاره بسپنه کول ګڼل شوي دي [بقره ‪ )۱۱۱:۲( ۱۱۱‬او توبه‬
‫‪.] )۶۹:۰( ۶۹‬‬
‫«فَکُّ رَقَبَه» د «تحریر رقبه» لپاره سریزه او شرط دی؛ یا د وارد شوو تورونو او د اسارت‬
‫له الملونو څخه منفک کېدل او جدا کېدل دي چې اسیر پرې آزادېږي‪ .‬لکه څنګه چې په‬
‫«فک رهن»کې د پور په ادا کولوکور د بانک له ګروۍ او رهن آزادېږي [‪ ]Pay Off‬خو‬
‫که د مرئیتوب او غالمۍ په دوران کې د اسیر آزادول نېک او ښه عمل ګڼل کېده‪،‬‬
‫وسمهال د مرئیتوب دودیز او سنتي ډول منسوخ شوی او له منځه تللی او پر ځای يې‬
‫ملتونه له داخلي استبداد یا خارجي نېواک او نوي ښکېالک او استعمار الندې اسیران او‬
‫مریان شوي دي او د غاړې آزادولو «فَکُّ رَقَـبَه» په ځلونو پراخه او ستره معنا موندلې ده‪.‬‬
‫دهیوادونو په داخلي مناسباتو او اړیکو او د ښاري ژوند په مقرراتو کې هم نن سبا په‬
‫زرګونو کسان د پورونو په ادا کولو کې د ناتوانۍ او د مستردو او ستانه شوو چکونو له‬
‫المله په زندانونو کې اچول شوي دي! د ځېنو آبرومندو پوروړو د پور ورکول چې کله کله‬
‫ډېرې ناڅيزه پیسې هم کيږي‪ ،‬د [فک رقبه] یو مصداق ګڼل کېږي‪ .‬د حاکمانو او‬
‫چارواکو له ځور او ستم څخه د خلکو پوهول او آګاه کول‪ ،‬د عقلونو‪ ،‬فکرونو او اندونو‬
‫پارول‪ ،‬د ويدو او خوبولو وجدانونو ويښول او د زر او زور او تزویر د اربابانو د اسارت‬
‫له بندونو څخه د اسیرانو خوشې کول او آزدول هم [فک رقبه] ګڼل کېږي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اَوْ اِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَة﴿‪﴾۱۴‬‬
‫يا د خوړو وركول [او د وږو مړول ] دي د لوږې په ورځ [او مهال][=په ستونزمنو‬
‫(‪)۱۲‬‬
‫اقتصادي شرایطو کې]‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫دویم المل‪ :‬که له دې الرې نه شې کولی خپل ځان آزاد کړې؟ که درته سخته ده؟ ښه‬
‫نو‪ ،‬له بلې الرې خپل ځان آزاد کړه‪ .‬ځېنې کسان د فقر او بېوزلۍ په اسارت کې دي؛ او‬
‫څرنګه چې بېوزلي او اسیر دي‪ ،‬له تحرک او خوځښت لوېدلي دي‪ ،‬ګدايي او سوالګري‬
‫کوي؛ نورو ته خپل سر ټيټوی؛ د نوروعبد او عبید دي او نورو ته اړ دي‪ ،‬ځه ورشه د‬
‫هغوی مرستې ته ځان ورسوه ‪.‬‬
‫طعَامٌ فِي يَ ْومٍ ذِي َمسْغَبَة‪ .‬ځه ورشه په بدو او سختو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کې‬
‫اَوْ اِ ْ‬
‫د وږو مرستې ته ورسېږه‪ .‬یو وخت داسې وي چې په ټولنه کې لوږه شتون نه لري‪ ،‬ښه‬
‫نو‪ ،‬یو بل کار باید سرته ورسول شي؛ خو په داسې روزکار کې چې ټول ګرفنار دي او‬
‫ستونزې لري او د ژوند په ورځينیو چارو کې بنديان او اسيران دي او له ګهيځ څخه د‬
‫شپې تر ناوخته پورې باید منډې ووهي چې وکولی شي یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي‪ ،‬نور‬
‫نو هغه چاته چې د نورو سره د مرستې وسه ولري هيڅ عذر نه پاتې کيږي‪ .‬په پوهنتون‬
‫کې زمونږ استاد و چې د دوکتورا تر سطحې یې لوړ تحصیل کړی و او په پوهنتون کې‬
‫لوړې علمي رتبې ته رسېدلی و خو د استادۍ له وخت نه وروسته يې ټېکسي چلوه دا‬
‫ځکه چې د هغه تنخواه د کور د کرايې لپاره هم کافي نه وه د خوراک څښاک لپاره‬
‫مجبور و‪ ،‬شاقه کار وکړي‪ .‬بل استاد مو درلود چې د درس نه وروسته وخت کې يې‬
‫رادیو سازي کوله‪ .‬ډیر معلمان او استادان به مو لیدلي وي چې د درس له وخته وروسته‬
‫په بازار کې د یو څيز په پلورلو بوخت وي چې ځان او کورنۍ ته حالله روزي وګټي‬
‫ځکه چې تنخواه يې د اوه نۍ خرڅه هم نه پوره کوي اوس نو دا استادان به علمي کارونه‬
‫څه وخت کوي وخت خو یې ټول د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره په منډو ترړو مصرفيږي دا‬
‫خو استادان دي چې یو څه تنخواه هم لري اوس هغه کسان چې مزدوري کوي څه حال‬
‫به ولري تازه دا هم روغ رمټ په څلورو اندامو روغ خلک دي د سپين ګيرو‪ ،‬معلولینو‪،‬‬
‫کونډو رنډو او یتیمانو به څه حال وي‪ .‬د «ذی مسغبه» روزګار او مهال همدادی‪ .‬په‬
‫داسې زمانه کې کې آیا نه ښايي سړی د نورو مرستې ته ورودانګي؟ موږ څومره د تفنن او‬
‫ساعت تیرۍ لپاره خرڅه کوو؟ سړی کولی شي له دې اضافي مصرفونو تېر شي او له‬
‫ډېرو نورو سره مرسته وکړي‪ .‬دا هماغه په کوتل او ستغ ستونځ پورته تلل او مخ په لوړه‬
‫تلل دي؛ دا «اقتحامِ عقبه» دی‪ ،‬لوړو څوکو ته د رسېدو لپاره د خولو تویول دي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۱۲‬ــ «سَ َغبَ» قحطي او لوږه ده چې همدا اوس هم په نړۍ کې خپره ده او په سلګونو‬
‫میلیونه انسانان يې تر ځور او رنځ الندې دي‪ .‬د حضرت علي (رض) په تعبیر الله تعالی‬
‫له عالمانو ژمنه اخېستې چې د ظالمانو په خېټورتوب او شکمبو والي او د مظلومانو په‬
‫لوږه بې تفاوته نه اوسي او آرام او هوسا پاتې نه شي‪ .‬نهج البالغه درېمه خطبه‪ « :‬وَ ما‬
‫کظَّةِ ظالِم وَ ال سَ َغبِ َمظْلُوم»‪.‬‬
‫اَخَذَ اللَّهُ عَ َلی الْعُلَماءِ َانْ ال یقارُّوا عَلی ِ‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫يَتِيمًا ذَا مَ ْقرَبَة﴿‪﴾۱۳‬‬
‫[په ځانګړې توګه] كوم خپلوان یتیم [پالر مړي] ته‪.‬‬
‫اَوْ مِسْکِينًا ذَا َمتْرَبَة﴿‪﴾۱۶‬‬
‫يا په خاورو سپیره کوم مسکين [ته]‪ =[ )۱۵(.‬بوډاګان یا رنځوران له کاره لوېدلي او وتلي]‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اوس نو چې وږو ته رسيدګي نه شې کولی؟ ښه نو‪ ،‬يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَة‪ .‬خپلو خپلوانو ته دې‬
‫وګوره‪ .‬آیا د هغوی په منځ کې کوم یتیم نشته؟ کوم محروم د هغوي په منځ کې نشته؟‬
‫یتیمي خو یوازې بې پالرېتوب نه دی‪ ،‬هر بې سرپرسته یتیم دی‪ .‬زمونږ په زمانه کې دا‬
‫ډول یتيمي او بې سرپرستي ډیره زیاته ده‪.‬‬
‫ذَا مَ ْقرَبَة‪ .‬یعنې څوک چې تا سره د خپلوۍ نژدېوالی لري‪ .‬له خپلې کورنۍ او خپلو‬
‫خپلوانو دې پیل وکړه‪ .‬اَوْ مِسْکِينًا ذَا مَ ْترَبَة‪ .‬یا له مسکینانو او بېنوایانو‪ .‬له یاده ونه باسو‬
‫چې «مسکین» هغه چا ته ویل کيږي چې «سکون» ته رسېدلی وي او له خوځښت او‬
‫تحرک لوېدلی وي‪ ،‬که سړی وي او که ښځه‪ .‬که معلول وي‪ ،‬که بې شتو‪ ،‬فقیر او بېوزله‬
‫وي‪ ،‬که ناتوانه او له کاره لوېدلی وي‪ .‬سړی کولی شي مرسته همدې ناتوانو ته پیل کړي‪،‬‬
‫مرسته هغو کسانو ته چې په ژوندانه کې له فعالیته لوېدلي وي او د هڅې او فعالیت‬
‫لومړني توکې او وسیلې ورسره نشت وي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫سکِینَ» د سَکَنَ له رېښې‪ ،‬د بوډاتوب یا رنځورۍ له المله پر نه خوځښت‬
‫‪۱۵‬ــ « مِ ْ‬
‫داللت کوي‪ ،‬فقر او بېوزلي هم سړی نا توانه کوي او په کور يې کښېنوي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ﴿‪﴾۱۱‬‬
‫هغه مهال [ د نېک چارۍ ددغه تاوکښ د ستغ ستونځ له تېرېدو وروسته] به لـه هغـو‬
‫او يــو بــل تــه [پــه‬ ‫كســانو څخــه وي‪ ،‬چــې [پــه ريښــتيني توګــه] ايمــان يــې راوړ‬
‫(‪)۱۴‬‬
‫سختیوکې] د [زغم او] صبر او [د الله پر مخلوق د] لورینې سپارښتنه کوي‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اوس ن و که دا چارې دې سرته ورسولې او خپله غاړه دې آزاده او له زنځيرونوخوشې کړه‬
‫او نور دې له فقر او فالکت ‪ ،‬بېوزلۍ او محرومیته وژغورل‪ ،‬هغه مهال به ته څه تغییر‬
‫وکړې؟ ثُمَّ كَانَ‪ .‬یعنې وروسته به‪ ،‬په تدریج ورو ورو‪ .‬کَانَ د شخصیت تکوین ته اشاره‬
‫کوي‪ .‬وايي پریږده دا غ ذا درې څلور ساعته په اور پاتې شي چې ورو ورو پخه شي او‬
‫ووينې چې څه ترې جوړېږي‪ .‬فرد او ټولنه به هم دسختیو او ستونزو په اور کې پاخه او‬
‫حمَةِ‪ .‬ته چې کوم مهال‬
‫صوْا بِالْمَرْ َ‬
‫جوړ شي‪ .‬ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَ َتوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَ َتوَا َ‬
‫له دغې ستغ ستونځ پورته الړې او اوچت شوې‪ ،‬نو له کومو کسانو سره به یو ځای شې؟‬
‫له هغو کسانو سره به یو ځای شې چې په پاسنۍ لیکه کې دي او مخ په لوړه د څوکې په‬
‫لور حرکت کوي‪ .‬له هغو کسانو سره به یو ځای شې چې په اوچتو لوړتیاو او لوړو‬
‫افقونو کې ژوند کوي‪ .‬د سترګو لید يې پراخه او ارته دښته او د غره ښکلې ننداره ده او‬
‫دهغې پاکه او صفا هوا تنفس کوي‪ .‬د نبیانو دوعا څه ده؟ َواَلْحِ ْقنِي بِالصَّالِحِينَ‪ )۱(.‬ای‬
‫پالونکیه ربه موږ د صالحانو او وړ خلکوسره یو ځای کړه‪ .‬دا ډېره مهمه ده چې د سړي‬
‫ن ال َّنبِيِينَ‬
‫ناسته والړه د کومو کسانو سره ده‪ .‬وايي‪ :‬فَ ُاوْلَئِكَ مَ َع الَّذِينَ اَ ْنعَ َم اللهُ عَ َليْهِم مِ َ‬
‫وَالصِدِيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ اُولَئِكَ رَفِيقًا‪ )۰(.‬عجیبه ښه ملګري! څومره‬
‫ښه دی چې انسان د پیغمبرانوسره هم ناستی وي‪ .‬له صالحانو‪ ،‬شهیدانو سره ملتیا او‬
‫ناستی ولري؛ او ددوی له طریقې او چلند سره برابر وي؛ د هغوی په افق او سطحه کې‬
‫پېښې او مسئلې ووينې او درک کړي‪ .‬له هغوی سره یوځای کېدل یعنې هغوی ته‬
‫ن‬
‫رسېدل‪ .‬او په پای کې به داسې وشي چې ته به د هغوی ډلې او جرګې ته وارد شې‪ .‬ثُ َّم كَا َ‬
‫ن آ َمنُوا‪ ،‬نو‪ ،‬لومړنی وصف دادی چې خوندي او په امنیت کې وي‪.‬‬
‫مِنَ الَّذِي َ‬
‫صبْرِ‪ ،‬او تل یو بل ته په صبر سپارښتنه او توصیه کوي او پند ورکوي‪.‬‬
‫دویم‪ :‬وَتَوَاصَوْا بِال َّ‬
‫وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ‪ .‬په زړه پورې ده چې د قرآن په بل هيڅ ځای کې د «صبر او مرحمت»‬
‫ترکیب نه دی راغلی‪ .‬ښاغلی طالقانې په زړه پورې تعبیر لري؛ وايي تر دې ځایه انسان له‬
‫خپله ځانه له خپل پوټکي بیرون راوتلی او له منیتونو غرور او ځان غوښتنو جدا او بېل‬
‫شوی او آزاد شوی دی‪ .‬خو په دویم پړاو کې د ټولنې آزادۍ ته مخه کوي‪ .‬کله چې د‬
‫پخوانۍ غالمۍ وخت تېر شوی وي‪ ،‬د نورو د آزادۍ په الره کې باید هڅه وشي‪ .‬سیاسي‬
‫ازادي‪ ،‬د قلم او بیان آزادي‪ ،‬د ګوندونو آزادي او نورې آزادۍ‪ .‬آزادۍ هم یوه یا دوه نه‬
‫دي‪ .‬دنننۍ آزادي ګانې هم او باندینۍ هم‪ .‬حتا کولی شې پرته له خپلو هیوادوالو‪ ،‬نورو‬
‫انسانانو لپاره د آزادۍ پیل ګر او المل شې او بشریت آزاد کړې‪.‬‬
‫ښه‪ ،‬په دغو ټولو پړاوونو کې انسان له خپل پوټکي او غوزې د راوتو په حال کې دی او‬
‫آزاد او آزادتر کيږي‪ .‬د وږو او یتیمانو مړول او ټولنيز کارونه سرته رسول او له ډلې او‬
‫ن مِنَ الَّذِينَ‪ ،‬خو کله چې په تشکیالتو او ټولنې کې داخل‬
‫ټولنې سره ژوند کول‪ .‬ثُمَّ كَا َ‬
‫شو او په ډله ییزو او ټولنيزو کارونو يې پیل وکړ کوم خطر چې تل هغه ګواښي‪ ،‬ټکرونه‪،‬‬
‫یوتر بله خپګان او اړین رنجشونه دي‪ .‬په جمعي او ډله ییزو کارونوکې رنجشونه‪،‬‬
‫خپګان‪ ،‬د زړه بدوالی‪ ،‬عصباني کېدل او غوسه کېدل اړين دي‪ .‬دا خو يې زما په اړه‬
‫داسې خبره وکړه؛ ولې يې زما د حال رعایت ونکړ؛ زما قدر يې ونه پېژاند‪ ،‬یا زما قدر‬
‫يې ونکړ‪ ،‬دا ټول پکې شته‪ .‬بنا پردې‪ ،‬وايي باید دوه څيزونو رعایت شي‪ :‬یو له هغو‬
‫څخه صبر او دویم مرحمت‪ ،‬مهرباني او بښنه‪ .‬یو بل ته په دې سپارښتنه کوي چې له‬
‫زغمه کار واخله‪ ،‬مقامت وکړه؛ کلکوالی او ټېکاو ولره‪ .‬سړی ډلې ته راغلی خو بېا هم‬
‫منیت يې نه پرېږدي؛ بیا يې هم فیل ته هندوستان را یادېږي‪ .‬تل په هر څه ټکر کوي؛‬
‫هره خبره ځانته راوړي؛ ناراحته کېږي؛ غرور يې ټکنی کيږي؛ په ځانګړي توګه زمونږ په‬
‫خلکو کې کې د ختیځ په ولسونو کې‪ ،‬په افغانانو کې په پښتنو کې احساسات زیات دي‬
‫صوْا بِالْمَرْحَمَةِ‪« .‬مرحمَة» یعني مهرباني کول قهر او غوسه نه کول‪.‬‬
‫او ژر راپارېږي‪ .‬وَتَوَا َ‬
‫څرنګه چې په ډله ییز کار کې تل سړی د نامهربانۍ سره مخامخ کېږي؛ او هره شېبه‬
‫شوني ده خپل صبر او زغم له السه ورکړي‪ .‬وايي داسې مه انګېره اوس چې له منیته او‬
‫ځان غوښتنې بهر راوتلی يې او مثالً د بېوزلو او بېکسو کار ته دې رسېده ګي وکړه تمامه‬
‫شوه‪ .‬نه‪ ،‬شیطان دې نه پرېږدي‪ .‬یوازې د وسوسو بڼې او طریقې ته تغییر ورکوي‪.‬‬
‫صوْا» د تفاعل له بابه دی‪ .‬یعنې تل یو بل ته د‬
‫طرحې‪ ،‬توطئې او مکرونه يې بدلېږي‪« .‬تَوَا َ‬
‫صبر او زغم سپارښتنه کوي‪ .‬ولې دې قهر وکړ؟ ولې په غوسه شوې؟ ولې دې دومره بده‬
‫وګڼله؟ نو څه شوي دي؟ ولې دې خپل منیت ته بېرته ورستنېږې؟ ته که په اصولو معتقد‬
‫يې او هدف‪ ،‬موخه او ارمان لر ې او معنویاتو ته دې مخه کړې ده‪ ،‬نو ولې باید بېا خپل‬
‫ځان په دې منځ کې ووينې؟ ولې دې هغه عالي او اوچت مقصد چې په دې الر کې دې په‬
‫نظر کې وو‪ ،‬هېر کړی دی؟ دا ټول هغه خطرونه دي چې ډله ییز کارونه يې لري‪ .‬نو پر‬
‫دې بنا یادونه کوي هغه کسان چې د څوکي په لور یون کوي یو بل ته مشوره ورکوي او‬
‫سپارښتنه کوي‪ :‬داسې نه چې ستړی شي! مکوه چې ځای پرځای کېنې او له مخکې تګه‬
‫ولوېږې! د ټولنيزو کارونو طبیعت همدا دی‪ .‬ستړیا لري‪ ،‬باید صبر وشي؛ زړه خوراک‬
‫لري‪ ،‬باید د ملګرتوب‪ ،‬دوستۍ‪ ،‬مينې‪ ،‬محبت‪ ،‬اېثار او ځان تېرېدنې الر غوره کړې‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۱۴‬ــ «ثُ َّم کَانَ» د هغه ستغ ستونځ او پېچومي د ختونکو په پړاویز او تدریجي تکوین‬
‫داللت کوي او هغوی د ایمان او مهربانۍ اهل ګڼي‪ .‬د صبر او مرحمت دوه خصلتونه‬
‫ګواکې د فک رقبه او اطعام یتیم د دوو پړاوونو پایله وي‪ .‬ځکه چې د اسارت له بندونو‬
‫څخه د انسان آزادۍ او خپلواکۍ لپاره‪ ،‬پرله پسې هڅې او صبر او د یتیمانو او‬
‫مسکینانو مړول له زړه سوي او «رحمت» سره پکار دي‪ .‬هر کله چې ځېنې کسان‬
‫وتوانېږي له ځان چورليځ‪ ،‬ځانځانۍ او د ځان غوښتنو له راکښنې آزاد شي او د نورو‬
‫مينه او محبت پخپل ځان کې وپالي‪ ،‬د هغوی ټولی به د دغو پړاوونو له تېرېدو وروسته‬
‫[ثم ‪ ]...‬د داسې یوې ټولنې بنسټ کېږدي [کَانَ ِمنَ الَّذِینَ] چې د دا ډول ځانګړنو‬
‫لرونکي اوسي‪ .‬دوی چې د مسئولیت له ستونزمنې عقبې [ستغ ستونځ] څخه تېر شوي‬
‫دي‪ ،‬د څوکي په لور د سر لیک [صراط المستقیم] د پل کولو او د پاتې مسیر او الرلیک‬
‫د لوړو ژورو او کندو څخه د ټولنې د ژغورلو لپاره‪ ،‬ایماني والیت او کفالت غوره کوي‬
‫او له یوې مخې یو بل ته د لوړتیا او پورته تګ په بهترینه طریقه او تګالره توصیه او‬
‫صوْا بِا ْلمَرْحَمَةِ]‬
‫صبْرِ وَ َتوَا َ‬
‫صوْا بِال َّ‬
‫مشوره ورکوي [وَتَوَا َ‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اُو َلئِكَ اَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ﴿‪﴾۱۱‬‬
‫دغه کسان د ښي اړخ [نېکمرغه] ياران دي [چې كړنليکونه يې په ښـي الس وركـول‬
‫(‪)۱۳‬‬
‫كېږي]‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫منَةِ‪«.‬ميمنَة» یعنې نېکي‪ ،‬ښه والی‪ ،‬غوړېدا‪ .‬دوی تل د غوړیدا په‬
‫ب الْمَيْ َ‬
‫اُوْلَئِكَ َاصْحَا ُ‬
‫حال کې دي او د انګلیسي په اصطالح ‪ flourish‬کېږي‪ .‬تل تازه والی پیدا کوي او وده‬
‫کوي‪ ،‬غوړيږي او ګل کوي‪ .‬له میمنه اصحابو سره مرکه او مجلس د سړي په وجود کې‬
‫دا اغېز لري‪ .‬ددوی د وجود ونه ده چې غوټۍ کوي؛ او پرله پسې ګل ورکوي؛ مېوه کوي‪.‬‬
‫یوازې دوی دي چې دا ډول دي‪ .‬دغوړېدا‪ ،‬د ژغورنې د بریالیتوب او آزادۍ الر همدا ده‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۱۳‬ــ د دا ډول اصحابو او ملګرو ناسته والړه او ملګرتوب‪ ،‬خیر او برکت‪ ،‬خوښي او‬
‫نېکمرغي زيږوي او د هغوی انساني استعدادونه غوړېږي او وده کوي‪ .‬دوی «میمنه» [د‬
‫نیکمرغۍ او خیر او برکت] اصحاب دي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا هُمْ اَصْحَابُ الْمَشْاَ َمةِ﴿‪﴾۱۰‬‬
‫او [خو] هغه کسان چې زموږ په آيتونو باندې کافران شوي دي [حق يې پټ کړی‬
‫او تېــری يــې کــړی دی]‪ ،‬هماغــه د كــيڼ اړخ [بدمرغــه] يــاران دي [=تــورتم واال دي]‬
‫(‪)۱۶‬‬
‫[چې كړنليکونه يې په كيڼ الس وركول كېږي]‪.‬‬

‫عَلَيْهِمْ نَارٌ مُوْصَدَةٌ﴿‪﴾۲۹‬‬


‫پر دوی به سر پوښلی اور وي [چې نغاړلي به يـې وي] [= هغـه اور چـې تېښـته تـرې‬
‫(‪)۱۱‬‬
‫شوني نه وي]‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَالَّذِينَ كَ َفرُوا بِآيَاتِنَا‪ ،‬خو هغه کسان چې زموږ آیتونه پټوي‪ .‬له«پټوي» څخه مطلب څه‬
‫دی؟ د ساري په توګه دا سترګې او غوږونه مو چې د یوې موخې لپاره هغوی ته ورکړي‪،‬‬
‫نالېدلې نيسي‪.‬دا شونډې او ژبه او خوله موږ ورکړې‪ ،‬نالېدلي نيسي او کفر کوي‪ .‬هغوی‬
‫ته وایوعقبه باید سر کړئ‪ ،‬دوی خبره نه اوري‪ ،‬غوږونه کڼوي او کفر کوي‪ .‬غواړي الر‬
‫يې تل مخ په ځوړ وي او آسانه وي‪ .‬د هغه زده کوونکي په څېر چې نه غواړي د زده کړې‬
‫او درس ویلو رنځ او خواري په ځان تېره کړي‪ .‬هغه کسان چې په الهي نظامونو بې‬
‫همْ َاصْحَابُ الْمَشْاَمَ ِة‪ .‬هغوی له شومتوب سره پیوند خوړلی‪« .‬مشأمة» د‬
‫اعتقاده دي‪ُ ،‬‬
‫«شوم» له کلیمې سره له یوې ريښې دی‪« .‬شوم» د میمنه‪ ،‬ښه والي او غوړېدا په مقابل‬
‫کې دی‪« .‬یمین» هم له همدې میمنه له مادې د ښه او نېک په معنا دی‪ .‬دوی شوم دي او‬
‫تور بختي‪ .‬کفر يې شومه پایله لري‪ .‬له دې به بتره شومي څه وي چې عمر يې بې له کوم‬
‫مثبت کار له پایلې تېر شي؟له دې به اوچت زیان کوم وي چې خپل ټول عمر په لټۍ او‬
‫غفلت تېر کړي او د خپل آخرت لپاره يې هيڅ السته راوړنه او مثبته پایله السته نه وي‬
‫راوړي‪ .‬له دې به اوچته شومي کومه وي! دې ټولو د هغه وجود شوم‪ ،‬نامبارک او نحس‬
‫کړی دی او له «مَشأمَه»سره يې یو ځای کړی دی‪.‬عَلَيْ ِهمْ نَارٌ ُّم ْوصَدَةٌ‪ .‬پر هغوی نغاړونکی‬
‫اور دی چې ددوی له ځان سره نښتی دی‪ .‬یعنې داسې یو اور چې له وجوده يې سر‬
‫راوباسي او ددوی له ځانه لمبې کوي‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۱۳‬ــ هغه کسان چې د ځان غوښتنې په تنګه غوزه کې بند پاتې دي او نه دې توانېدلي له‬
‫«فک رقبه» او د وږو په مړولو‪ ،‬لوړتیاو ته د پورته کېدو له خیر او برکته ګټه واخلي‪ ،‬په‬
‫ورپورې او نغاړونکي اور به ونېول شي دوی شوم او بدمرغه اصحاب دي او هغوی چې‬
‫ورسره ناسته والړه لري‪ ،‬ټول بدمرغه او د کيڼ اړخ واال دي‪.‬‬
‫‪۱۱‬ــ د «نَارٌ» نکره راتلل هم په ناپېژندل شوي اور داللت کوي چې له زړونو سر راپورته‬
‫کوي او لمبې کوي [همزه ‪ ])۱:۱۹۴( ۱‬او څرنګه چې ذاتي او دنننی دی‪ ،‬ته به وايي په‬
‫صدَه » [مفعول اسم] د‬
‫سړي پورې تړل شوی او له وجود سره يې اغږل شوی دی‪ « .‬مُ ْو َ‬
‫«اوصد» [ور يې وتړه‪ ،‬یو څوک يې په تنګ وت کې ایسار کړ‪ ،‬سر پوښ يې کېښود‬
‫او‪ ]...‬له رېښې د کړنو د زندان په پورې ور او له هغه څخه د وتلو په ناشونتوب داللت‬
‫کوي [مائده ‪ ، )۵۱:۳( ۵۱‬حج ‪ ، )۲۲:۲۲( ۲۲‬سجده ‪ )۱۲:۵۲( ۱۲‬تر ‪ ، ۱۴‬فاطر ‪۵۱‬‬
‫(‪ ، )۵۱:۵۳‬مؤمنون ‪ )۱۹۱:۲۵( ۱۹۱‬او غافر ‪.])۱۱:۴( ۱۱‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ )۶‬یس(‪۱ / )۵۶‬‬ ‫‪ )۱‬قیامت(‪ ۱ / )۱۳‬و ‪۲‬‬
‫‪ )۱‬توبه(‪۵۱ / )۰‬‬ ‫‪ )۲‬ابراهیم(‪۵۱ / )۱۴‬‬
‫‪ )۱‬یوسف(‪ ۱۹۱ / )۱۲‬او شعراء(‪۱۵ / )۲۶‬‬ ‫‪ )۵‬نهجالبالغه ‪۱۰۲ ،‬خطبه‬
‫‪ )۰‬نساء(‪۶۰ / )۴‬‬ ‫‪ )۴‬انسان(‪ ۱ / )۱۶‬تا ‪۳‬‬
‫‪ )۳‬اعراف(‪ ۱۳۱ / )۱‬او ‪۱۳۱‬‬

You might also like