You are on page 1of 114

‫‪CARBOHYDRATES‬‬

‫‪ .1‬کاربوهايدرېتونه الديهايدی ) ‪ ( Aldehyde‬يا کيتوني )‪ ( Ketonic‬مرکبات دي چې د‬


‫هايدروکسيل )‪ (Hydroxyl‬له دوو څخه زيات گروپونه لري ‪.‬‬

‫‪ .2‬د ‪ Carbohydrates‬نوم په ) ‪ ( Carbon Hydrate‬باندې داللت کوي ‪.‬‬

‫‪ .3‬د هيدروجن او آکسيجن د اتومو شمير په کې د اوبو په شان نسبت ‪ Cn (H2O)n‬لري‪.‬‬

‫‪ .4‬په يوشمير کاربوهايديتونو کې د هايدروجن او آکسيجن د اتومو شميره اوبو سره ورته‬
‫ساختمان نه لري لکه ‪ Deoxyribose‬فورمول يې ‪ C5 H10 O4‬دى‬

‫‪ Carbohydrates .5‬د کيميا له نظره د کاربن ‪ ،‬آکسيجن او هايدروجن څخه جوړ شويدي او‬
‫ځينې يې نايتروجن او سلفر هم لري ‪.‬‬
‫‪CARBOHYDRATES‬‬
‫‪ CARBOHYDRATES‬ته ‪ Saccharides‬هم ويل کيږي ‪.‬‬ ‫‪.1‬‬
‫‪ .2‬په پراخه پيمانه په حيواناتو او نباتاتو کې پيدا کېږي ‪ .‬ميتابوليکي او وظيفوي رول لري ‪.‬‬
‫‪ CARBOHYDRATES .3‬په نباتاتو کې د ‪ H2O‬او ‪ CO2‬څخه د ‪ Photosynthesis‬پواسطه‬
‫جوړېږي‬
‫‪ .4‬په نباتاتو کې د نشايستې په څير ذخيره او د نباتاتو د جدار په سلولوز تبديليږي ‪.‬‬
‫په حيواناتو کې د ګاليکو جن يا ګلوکوز په څير د انرژي منابعو پتوګه کارول کيږي‬ ‫‪.5‬‬
‫‪ .6‬حيوانات ځيني ‪ CARBOHYDRATES‬د شحمياتو او پروتينو څخه جوړولی شي ‪.‬‬
‫‪ .7‬د حيواناتو د ‪ CARBOHYDRATES‬اعظمي برخه د نباتاتو پواسطه برابرېږي ‪.‬‬
‫د لرګيو سلولوز ‪ ،‬د حبوباتو نشاېسته ‪ ،‬د ګنيو قند د کاربوهايدرېتو مثالونه دي ‪.‬‬ ‫‪.8‬‬
‫‪ .9‬حيواني انساج د ګال يکوجن او د بدن ماېعات د ګلوکوز لرونکي دي ‪.‬‬
‫‪ CARBOHYDRATES‬مهم بيولوژيک رول‬
‫‪ Oligosaccharids ‬په خارج الحجروي مسافې کې د پروتين په ترکيب کې وجود لري‬
‫‪ Oligosaccharids ‬د انتي باډي ګانو او د وينې د تحثر فکتورو په ترکيب کی شتون لري‬
‫‪ ‬ماليکولي ‪ Glycoproteins : Targeting‬په حجروي غشاء کې د آخذو په څيرعمل کوي‬
‫‪ ،‬مخصوص ماليکول تشخيصوي او د هغې سره وصلېږي ‪.‬‬
‫‪ Molecule receptor complex ‬حجرې ته داخليږي او خپله ځانګړی اغيزه واردوي ‪.‬‬
‫‪ ‬د نوموړی عمل پواسطه زيات شمير ماليکولونه هم له دوران څخه اېستل کيږي ‪.‬‬
‫‪ ‬د قندو مشتقات لکه ‪ Protein-glycan :‬او ‪ Heparan-sulfate‬دعصبي سيستم د ودې‬
‫په دوران کې د نيورونو په التصاق کی دخيل دى ‪.‬‬
‫د قندو ‪ Biomedical‬ارزښت‬
‫‪ (1‬ګلوکوز ترټولو مهم قند دى ‪.‬‬
‫‪ (2‬د غذايي قندو زياته برخه د ګلوکوز په څير دوران ته جذب او په ځګر کې په ګاليکوجن تبديليږي‬
‫‪ (3‬نور ټول کاربوهايدېتونه په بدن کې د ګلوکوز څخه جوړيداى شي ‪.‬‬
‫‪ (4‬ګلوکوز د تي لرونکو حيواناتو د انساجو د سونګ عمده ماده ده ( له شخوند وهونکو پرته ) ‪.‬‬
‫‪ (5‬د جنين د سونګ د عمومي مادې پتوګه هم حسابيږي ‪.‬‬
‫‪ (6‬ګلوکوز په بدن کی په نورو قندونو او نورو موادو باندې تبديليږي لکه ‪:‬‬
‫ګالېکو جن‪ ، Ribose ،‬نوکليک اسيد ‪ ،‬ګلکتوز ‪ ،‬لکتوز ‪ ،‬مغلق ليپيدونه‪ Glycoprotein ،‬او‬
‫‪Proteoglycans‬‬
‫‪ Galactosemia ، Diabetes mellitus ,Glycogen storage disease ‬او‬
‫‪Milk Intolerance‬‬
‫د کاربوهايدرېتونو تصنيف‬
Monosaccharides .1
Oligosaccharides .2
Polysaccharides .3
Derived carbohydrates .4
‫‪1 :: Monosacharides‬‬
‫‪ .1‬ساده قندونه دي چې په ساده مرکباتو باندې د ‪ Hydrolysis‬کيدو وړتيا نلري ‪.‬‬
‫‪ .2‬عمومي فورمول ‪ Cn(H2O)n‬دي‪ ،‬چې ‪ n‬درې او يا د هغه څخه لوړ قيمت اخلي ‪.‬‬
‫‪ .3‬دا قندونه د فعال ‪ Carbonyl‬ګروپ لرونکي دي چې يا به الديهايدی او يا کيتوني‬
‫ګروپ وي ‪.‬‬
‫‪ .4‬الديهايد ګروپ لرونکو مونو سکرايدو ته ‪ Aldose‬وايي‬
‫‪ .5‬کيتوني ګروپ لرونکو مونو سکرايدو ته ‪ Ketose‬وايي ‪.‬‬
‫‪ .6‬مونوسکرايدونه په خپل ترکيب کې د ( ‪ ) ۳‬څخه تر (‪ )١٠‬اتومه کاربن لري‬
‫ځينې مهم مونوسکرايدونه‬
Number Of Generic Exampal Of Exampal Of
Carbon Atoms Name Aldose Ketose
3 Triose Glyceraldehyd Dihydroxy Acetone
4 Tetrose Erythrose Erythrulose
5 Pentose Ribose Ribulose
6 Hexose Glucose Fructose
7 Heptose Gluco heptose Sedo heptulose
‫… ‪Monosacharides‬‬
‫‪ ‬الديهايدي مونوسکرايد ‪ Aldose‬او کيتوني مونوسکرايد ‪ Ketose‬بلل کيږي‬
‫‪ ‬د مونوسکرايد په نامګذاري کې د کاربونيل ګروپ ډول ( کيتون يا الديهايد ) د‬
‫مونوسکرايد د جنريک نوم سره ترکيب کيږي‬
‫‪ ‬لومړى د کاربونيل ګروپ ډول او بيا د مونوسکرايد نوم اخيستل کيږي‬
‫‪ ‬د مونوسکرايد مکمل نوم د مونوسکرايد د کاربنونو شميره او د کاربونيل ګروپ‬
‫ډول ټاکي ‪:‬‬
‫‪ Glucose .1‬يو ‪ Aldose‬دي چې ‪ ٦‬کاربنونه لري نو د ‪ Hexose‬يو ډول دی او‬
‫مکمل نوم يې ‪ Aldohexose‬دي‬
‫‪ Fructose .2‬يو ‪ Ketose‬دى چې ‪ ٦‬کاربنونه لري نو د ‪ Hexose‬يو ډول دی او‬
‫مکمل نوم يې ‪ Ketohexose‬دى‬
‫‪ Glyceraldehyd .3‬يو ‪ Aldotriose‬دى ‪.‬‬
‫د ځينو مهمو ‪ Ketoses‬او ‪ Aldoses‬نومونه او فورمولونه‬
‫د ځينو الديهايدي قندونو نومونه او فورمولونه‬
‫‪2 :: Oligosaccharides‬‬
‫‪ .1‬هغه قندونه دي چې د هايدروليز څخه يې د ( ‪ )١٠ - ۲‬موليکوله‬
‫‪ Monosaccharides‬توليدېږي ‪.‬‬
‫په دې ګروپ کې ‪ Disaccharides‬زيات فزيولوژيک ارزښت لری‬ ‫‪.2‬‬
‫په ‪ Disaccharides‬کې د ‪ Monosaccharides‬واحدونه يو له بل سره د‬ ‫‪.3‬‬
‫‪ Glycosidic‬اړيکو پواسطه وصل دي‬
‫‪ Disaccharides‬د دوه واحده ‪ Monosaccharides‬څخه تشکيل شوى ‪:‬‬ ‫‪.4‬‬
‫‪ Maltose‬دوه ماليکوله ګلوکوز څخه ‪،‬‬ ‫‪(a‬‬
‫‪ Sucrose‬د يو ماليکول ګلوکوز او يو ماليکول فرکتوز څخه‬ ‫‪(b‬‬
‫‪ Lactose‬د يو ماليکول ګلوکوز او يو ماليکول ګلکتوز څخه‬ ‫‪(c‬‬
‫‪3 :: Polysaccharides‬‬
‫‪ (a‬هغه قندونه دي چې ماليکول يې د زيات شمير ‪Monosacharides‬‬
‫واحدونو څخه ترکيب شوي دی ‪.‬‬
‫‪ (b‬د مکمل هايدروليز څخه يې د ‪ Monosacharides‬زيات شمير‬
‫واحدونه توليدېږي ‪.‬‬
‫‪ (c‬نوموړي قندونه د ضروري سونګ مادې او د حجراتو ساختماني اجزاء‬
‫په توګه دنده سر ته رسوي او په دوه لويو ډولونو باندې ويشل شويدی‪:‬‬
‫‪( Homopolysaccharides .1‬متجانس)‬
‫‪( Hetropolysaccharides .2‬غير متجانس)‬
‫‪Homopolysaccharides‬‬
‫‪ .1‬هغه ‪ Polysaccharides‬دي چې د هايدروليز څخه يي يوازی يو‬
‫ډول ‪ Monosaccharides‬واحدونه توليديږي ‪.‬‬

‫‪ .2‬نشايسته ‪ ،‬ګاليکوجن ‪ ،‬سلولوز او ‪ Dextrins‬يې نمونې دي چې د‬


‫ګلوکوز د زياتو ماليکولونو څخه ترکيب شويدى‪.‬‬

‫‪ .3‬نو نوموړي ‪ Polysaccharides‬د ګلوکوز ‪ Polymers‬دي ‪.‬‬

‫‪ .4‬د فرکتوز او رايبوز پولي ميرونه هم پيژندل شويدي ‪.‬‬


‫‪Heteropolysaccharides‬‬
‫‪ ‬د کاربوهايدريتو لوى ګروپ دی چې په ترکيب کی دوه يا زيات‬
‫‪ Monosacharides‬او يا د ‪ Monosacharides‬مشتقات لری‬
‫‪ Heteropolysaccharides ‬په الندې ګروپو باندې وېشل شويدي ‪:‬‬
‫‪ : Mucopolysaccharides (a‬هيالرونيک اسيد ‪ ،‬هيپاران ‪ ،‬کندروتين سلفيت ‪ ،‬د‬
‫وينې د ګروپ پولي سکرايدونه او د سيرم ‪ Mucoids‬په کې شامل دي ‪.‬‬
‫نوموړي مرکبات په خپل ترکيب کې د قندي برخې سره ‪ ،‬اسيدي ګروپ هم لري‪.‬‬
‫‪ Agar ،Vegetables , Gums : Mucilages (b‬او ‪ Pectins‬په کې شامل دي‬
‫‪ : Hemicellulose (c‬په نباتاتو کې موجود دي ‪.‬‬
‫‪4 :: Derived Carbohydrates‬‬
‫هغه قندونه دي چې د کاربوهايدريتو څخه کيمياوي تعامالتو پواسطه توليدېږي ‪ .‬په الندې ډول دي ‪.‬‬

‫‪ : Oxidation Products ‬د قندو اسيدونه د ګلوکوز د‬


‫‪ Oxidation‬څخه توليدېږي ‪ .‬لکه ګلوکونيک اسيد ‪ ،‬ګلوکورونيک‬
‫اسيد او ګلوتاريک اسيد او ‪Ascorbic acid‬‬
‫‪ Polyhydroxyalcohol : Reduction Products ‬دي ‪.‬‬
‫‪ Glycerol‬د ‪ Glyceraldehyde‬څخه ‪ Ribitol ،‬د ‪Ribose‬‬
‫څخه ‪ Mannitol ،‬او ‪ Sorbitol‬له ‪ Glucose‬او ‪Fructose‬‬
‫څخه السته راځی ‪.‬‬
‫‪Derived Carbohydrates ….‬‬
‫‪ : Amino Sugars‬په ترکيب کې يې د ‪ Amino‬ګروپ موجود دی‬
‫چې د مونو سکرايد په دوهم کاربن کې وصل شويدى ‪ .‬ګلوکوزامين‬
‫له ګلوکوز ‪ ،‬ګلکتوزامين له کلکتوز او مانوزامين له مانوز څخه‬
‫مشتق شويدي ‪.‬‬
‫‪ : Deoxysugar‬په خپل ترکيب کی د اکسيجن لږ اتومونه لري ‪.‬‬
‫لکه ‪ 2-deoxyribose‬چې د ‪ DNA‬په ماليکول کې موجود دی ‪.‬‬
‫‪ lipopolysaccharides , Glycolipid ‬او ‪Glycoproteins‬‬
‫د مونوسکرايدو ساختمان‬
‫غير متناظر کاربن او ‪Stereoisomers‬‬
‫‪ Glucose‬ډېرمهم ‪ Monosacharide‬دى‬ ‫‪.1‬‬
‫د وينې د دوران اساسي قند تشکيلوي‬ ‫‪.2‬‬
‫د انساجو د سونګ مهمه ماده ده‪.‬‬ ‫‪.3‬‬
‫د بدن انرژي عمدتا ً له ‪ Glucose‬څخه توليدېږي ‪.‬‬ ‫‪.4‬‬
‫په عضالتو او ځيګر کې د ‪ GLYCOGEN‬په څير ذخيره‬ ‫‪.5‬‬
‫کيږي ‪.‬‬
‫په نورو قندونو باندې د تبديليدو وړتيا لري ‪.‬‬ ‫‪.6‬‬
‫غير متناظر کاربن او د مونوسکرايدونو د ‪ L‬او ‪ D‬ايزوميرونه‬
‫‪ ‬ګلوکوز ) ‪ ( Aldohexose‬او ‪ Ployhydroxy‬مرکب دی ‪.‬‬
‫‪ Monosacharides‬زيات غير متناظر مرکزونه لري‬
‫چی د هغوى په ‪ Optical‬او ‪ Biological‬فعاليتونو باندې‬
‫اغيزه لري ‪.‬‬
‫‪‬غير متناظر کاربن هغه کاربن ته ويل کيږي چې د څلورو‬
‫مختلفو اتومونو يا ګروپونو سره وصل وي ‪.‬‬
‫غير متناظر کاربن او د مونوسکرايدونو د ‪ L‬او ‪ D‬ايزوميرونه‪...‬‬
‫‪ ‬که د يو مرکب د غير متناظرو کاربنو شمير زيات وي ايزوميرونه يې هم‬
‫زيات وي‬
‫‪‬د يو مرکب د ايزوميرو شمير (‪ ) N‬د هغه د غير متناظرو اتومونو په شمير‬
‫)‪ (n‬پورې مربوط دي‪.‬‬

‫د غير متناظر کاربن شمير ښيي ‪.‬‬ ‫‪n‬‬ ‫‪n‬‬


‫‪ ‬د ‪ N = C‬په فورمول کې‬
‫‪ ‬ګلوکوز )‪(4‬غير متناظر کاربن لري نو )‪ (16‬ايزميرونه لرلی شي ‪.‬‬
‫‪ ‬ډېر کوچنۍ ساده قند درې کاربنه لري او د ‪ Glycerose‬يا‬
‫‪ Glyceraldehyde‬نومېږي ‪.‬‬
‫غير متناظر کاربن او د مونوسکرايدونو د ‪ L‬او ‪ D‬ايزوميرونه ‪...‬‬

‫‪ ‬د ‪ Glyceraldehyde‬د ‪ D‬او ‪ L‬اشکال ‪ ،‬په غير متناظر‬


‫کاربن کې د ‪ H‬او ‪ OH‬موقعيت او ترتيب پورې اړه لري ‪.‬‬

‫‪ D.Glyceraldehyde ‬چې ‪ OH‬ښي خوا ته وي‬

‫‪ L.Glyceraldehyde ‬چې ‪ OH‬کيڼې خوا ته وي‬


‫د ګليسرالديهايد ‪ Fischer's Projection‬ښی ‪.‬‬
‫د ‪ Glyceraldehyde‬دوهم کاربن غير متناظر دی‪.‬‬
‫غير متناظر کاربن او د مونوسکرايدونو د ‪ L‬او ‪ D‬ايزوميرونه ‪...‬‬

‫‪ D.suger .1‬قندونه د ‪ D.Glyceraldehyde‬سره ورته ترتيب لري‬

‫‪ L-suger .2‬قندونه د ‪ L.Glyceraldehyde‬سره ورته ترتيب لري‬

‫‪ : Stereoisomer .3‬هغه مرکبات دي چې سره ورته ساختماني‬


‫فورمول لري خو ‪ Configuration‬کې سره توپير لري ‪.‬‬
‫د ګلوکوز دوه اېزوميرونه په شکل کې ښودل شويدى ‪.‬‬
‫غير متناظر کاربن او د مونوسکرايدونو د ‪ L‬او ‪ D‬ايزوميرونه ‪...‬‬
‫‪ Glyceraldehyde ‬ته ‪ Reference suger‬ويل کيږي ځکه چې‬
‫د ټولو قندونو ‪ D‬او ‪ L‬اشکال د ‪ D.Glyceraldehyde‬او‬
‫‪ L.Glyceraldehyde‬سره ورته ساختمان او ترتيب لري‬
‫‪ D ‬قندونه نسبت ‪ L‬ته په طبعيت کې په زيات مقدار موجود دي ‪.‬‬
‫‪ ‬الندې قندونه د بکتريا په جدار کې موجود دي ‪.‬‬
‫)‪• L.Ruhmanose (6-deoxy-L.mannose‬‬
‫)‪• L.fucose (6-deoxy-L.galactose‬‬
‫غير متناظر کاربن او د مونوسکرايدونو د ‪ L‬او ‪ D‬ايزوميرونه ‪...‬‬

‫‪ .1‬د قند د آخرني الکولي کاربن مجاور کاربن (د ګلوکوز پنځم‬


‫کاربن ) په چاپيلاير کې د ‪ H‬او ‪ OH‬موقعيت د قند ‪ D‬او ‪L‬‬
‫سلسله راښيي‬
‫‪ .2‬د ‪ D‬د سلسلې قند ‪ OH :‬د نوموړي کاربن ښي خواته وي‬
‫‪ .3‬د ‪ L‬د سلسلې قند ‪ OH :‬د نوموړي کاربن کيڼ خواته وي‬
‫غير متناظر کاربن او نوري فعاليت‬
‫‪ .1‬د غير متناظر کاربن شتون د يو مرکب نوري فعاليت ارايه‬
‫کوي ‪.‬‬
‫‪ .2‬که ‪ Polarised‬رڼا د يو نوري ايزومير محلول څخه تيره شي‬
‫نو رڼا ښی او يا کيڼې خواته انحراف کوي ‪.‬‬
‫‪ : Levorotatory .3‬که قند رڼا کينې خوا ته منحرفه کړي د ‪L‬‬
‫په توری ښودل کيږي ‪.‬‬
‫‪: Dexterarotatory .4‬که قند رڼا ښي خوا ته منحرفه کړي د‬
‫‪ D‬په توری ښودل کيږی‪.‬‬
‫متناظر کاربن او نوري فعاليت ‪...‬‬
‫‪ ‬که په يو محلول کی ‪ L‬او ‪ D‬ايزوميرونه په مساوي مقدار سره‬
‫موجود وی ‪ ،‬نوري فعاليت نه ښي ‪.‬‬
‫‪ ‬ځکه چې د ايزوميرو فعاليت يو د بل پواسطه له منځه ځي ‪ .‬دې‬
‫ډول محلول ته ‪ Racemic‬يا د ‪ DL‬محلول ويل کيږي ‪.‬‬
‫‪ ‬ترکيبي جوړ شوي محلوالت اساسا ً ‪ Racemic‬دي ځکه د هر‬
‫نوري ايزومير د تشکيل لپاره فرصت يو ډول وي ‪.‬‬
‫‪Pyranose And Furanose Ring Structures‬‬
‫‪ )Haworth( ‬د قندونو لپاره ‪ ۶‬ضلعی او ‪ ۵‬ضلعی ساختمانونه‬
‫پيشنهاد کړل چې په ترتيب سره د ‪ Pyranoses‬او ‪Furanose‬‬
‫په نوم ياديږی‪.‬‬
‫‪ ‬د مونوسکرايدو ثابت حلقوي ساختمانونه د ‪ Furan‬او يا‬
‫‪ Pyran‬حلقوي ساختمانو سره ورته دي ‪.‬‬
‫‪ ‬د ‪ Ketose‬حلقوي ساختمانونه د ‪ D.Fructopyranose‬او يا‬
‫‪ D.Fructofuranose‬په څير وجود لري‬
‫‪Pyranose And Furanose Rings‬‬
‫‪ : Pyranose ‬که لومړى کاربن د پنځم سره د آکسيجن پل پواسطه وصل‬
‫شي ‪.‬‬
‫‪ : Furanose ‬که دوهم کاربن د څلورم سره د آکسيجن پل پواسطه وصل‬
‫شی‪.‬‬
‫‪ Pyranose ‬د ‪ Pyran‬او ‪ Furanose‬د ‪ Furan‬مشتقات دي ‪.‬‬
‫‪ ‬ګلوکوز د محلول په حالت کې ‪ ٪ ۹۹‬د ‪ Pyranose‬او د ‪ ٪ ١‬څخه لږ د‬
‫‪ Furanose‬په څير وي‬
Furanose ‫ او‬Pyranoses ‫ د مونوسکرايدو‬: )Haworth(
‫‪Alpha Anomers, Beta Anomers‬‬
‫‪ .1‬کرستلي ګلوکوز ‪ Alpha D-Glucopyranose‬دى‬
‫‪ .2‬د کرستلي ګلوکوز له حليدو وروسته سمدالسه يو مقدار يې‬
‫په يو بل شکل تبديليږي او د يوې مودې څخه وروسته د‬
‫توازن حالت غوره کوی او ثابت پاتې کيږي او ايزوميرونه‬
‫يې د ‪ Anomeric‬کاربن په چاپيره منځته راځی‪.‬‬
‫‪ .3‬د کاربونيل کاربن ته ‪ Anomeric‬کاربن اتوم ويل کيږي ‪.‬‬
‫…‪Alpha Anomers, Beta Anomers..‬‬
‫‪‬د حلقې د خالصيدو او د هغې د بيا تشکيل پوری چی په نوموړي کاربن‬
‫کې د ‪ OH‬او ‪ H‬د ګروپو د موقعيت تغيراتو سره ملګري دي د الفا او‬
‫بيتا انوميرو د تشکل سبب ګرځی‪.‬‬
‫‪ Haworth ‬وايي ‪ :‬د حلقوی ساختمانو که د ‪ OH‬ګروپ د لومړي‬
‫کاربن په اطرافو کې ښکته خوا ته وي د الفا او که پورته خوا ته وي د‬
‫بيتا په نوم ياديږی‪.‬‬
‫‪‬د ګلوکوز نورې تدور د محلول په حالت )‪ (Dextrarotatory‬دی‬
‫‪ ‬نو په کلينکي پرکتيس کې اکثرا ً ګلوکوز د ‪ Dxetrose‬په نوم يادېږي ‪.‬‬
‫د ګلوکوز الفا او بيتا اشکال په شکل کی ښودل شويدی‬
24 batch
‫‪Epimers‬‬
‫‪ : Epimers .1‬هغه ايزوميرونه دي چې د ګلوکوز په دوهم او څلورم کاربنو‬
‫کې د ‪ OH‬او ‪ H‬ګروپو د ترتيب او تغيراتو په نتيجه کې منځته راځي ‪.‬‬

‫‪ .2‬نوموړو ايزوميرو ته ‪ Glucose Epimers‬وايي ‪.‬‬

‫‪ .3‬د ګلوز ډېر مهم ‪ Epimers‬د مانوز او ګلکتوز څخه عبارت دي‬

‫‪ .4‬مانوز د ګلوکوز د دوهم کاربن له ‪ Epimerization‬څخه منځته راځي‬

‫‪ .5‬ګلکتوز د ګلوکوز د څلورم کاربن د ‪ Epimerization‬څخه منځته راځي‬


‫‪ Aldose‬او ‪ Ketose‬ايزوميرونه‬
‫‪.1‬فرکتوز د ګلوکوز سره ورته ماليکولي فورمول لری‬

‫‪.2‬د فرکتوز او ګلوکوز ساختماني فورمولونه سره توپير لري‬

‫‪.3‬يو کيتوني ګروپ د فرکتوز په دوهم کاربن کې موجود دی‬

‫‪.4‬يو الديهايدي ګروپ د ګلوکوز په لومړي کاربن کې موجود دی ‪.‬‬


‫د الدوز او کيتوز ايزوميرونه په شکل کې ښودل شوي دي ‪.‬‬
‫د مونو سکرايدو خواص‬
‫الف ‪ :‬د مونو سکرايدو فزيکي خواص‬
‫‪ (1‬موسکرايدونه کرستلي مرکبات دي‬

‫‪ (2‬په اوبو کې په آسانۍ سره حليږي ‪.‬‬

‫‪ (3‬خوږ خوند لري‬

‫‪ (4‬محلول يی نوري فعاليت لري او د ‪ Rotation‬حادثه مني ‪.‬‬


‫ب ‪ :‬د مونو سکرايدو کيماوي خواص‬
‫هغه تعامالت چې الديهايد يا کيتوني ګروپو پورې مختص وي ‪.‬‬
‫د ‪ Osazone‬جوړول‬
‫• ټول فعال ګروپ لرونکي مرکبات لکه ګلوکوز ‪ ،‬مانوز ‪ ،‬ګلکتوز ‪ ،‬فرکتوز‬
‫او نورو مونوسکرايدونه او يو شمير ارجاع کوونکي داى سکرايدونه ( لکه‬
‫لکتوز او مالتوز ) د ‪ Phenylhydrazine‬سره يو ځای کېږي او د‬
‫‪ Osazone‬جوړوی ‪.‬‬
‫• ‪ Sucrose‬د کاربونيل فعال ګروپ نه لري نو ‪ Osazone‬نشي جوړوالى‬
‫جوړول ‪...‬‬ ‫د ‪Osazone‬‬
‫• ‪ Osazone‬کی الديهايدي يا کيتوني کاربن او د هغې ډېر نژدې کاربن برخه‬
‫اخلي ‪.‬‬
‫• په بل عبارت د يو قند لومړى دوه کاربنونه په نوموړی تعامل کښې برخه‬
‫اخلي ‪.‬‬
‫• نو هغه ‪ Hexoses‬چې د ماليکول ساختمان څلور متباقي کاربنونه يې سره‬
‫ورته والى لري ‪ ،‬مشابه ‪ Osazone‬جوړوي ‪.‬‬
‫‪ ‬ګلوکوسازون ‪ :‬د ګلوکوز د تعامل محصول دی ‪.‬‬
‫‪ ‬ګلکتوزسازون ‪ :‬د ګلوکوز د تعامل محصول دی ‪.‬‬
‫د ګلکتوسازون او ګلوکوسازون فورمولونه‬
‫د مونوسکرايد تعامل د ‪ HCN‬سره‬
‫‪ .1‬د دې تعامل په نتيجه کښې ‪ Cyanohydrins‬جوړېږي‬
‫‪ .2‬که ‪ Cyanohydrins‬هايدروليز کړو نو دوه ‪Sugaric Acid‬‬
‫السته راځي‬
‫‪ Sugaric Acid .3‬د ارجاع پواسطه په دوه ماليکول قند چې نسبت‬
‫لومړى ته يو کاربن زيات لري توليدېږي ‪.‬‬
‫)‪MONOSACCHARIDE + HCN >>> CYANOHYDRIN (HYDROLYSIS‬‬
‫‪>>> SUGARIC ACID (REDUCTION) >>> 2 SUGARS‬‬
‫د مونوسکرايد د کيتون او يا الديهايد ارجاع‬

‫‪‬که يو کيتوني يا الديهايدي قند ارجاع شي د مربوط قند‬


‫الکول السته راځي‬

‫‪SUGAR >>> REDUCTION >>> ALCOHOL‬‬


‫مونوسکرايدونه او د هغوی د ارجاع پولي الکولي محصوالت‬

Name of the Monosacchride Reduction Products


1.Glucose------------- Sorbitol
2.Monose---------------- Monnitol
3.Gagatoze-------------- Gulcitol
4.Fructose------------------- Sorbital And Mannitol
5.Fibose------------------ Ribitol
6.Glyceraldehyd-------- Glycerol
‫په ياد بايد ولرو‬
‫‪ ‬ګليسرول په شحمياتو او رايبيتول په ويتامين ‪ B2‬کښې‬
‫وجود لري‬
‫‪‬مانيتول د نباتاتو په خالصه او يو شمېر ميوه جاتو کښې‬
‫پيداکېږي‬
‫‪‬ساربيتول يو شمېر ميوه جاتو کښې پيدا کېږي ‪.‬‬
‫‪‬ساربيتول د ويتامين ‪ C‬په جوړولو کښې په مصرف رسېږي‬
‫‪.‬‬
‫په ياد بايد ولرو ‪...‬‬
‫‪‬د مانيتول وريدي زرق د داخل قحفي فشار په تداوي‬
‫کښې استعمالېږي ‪.‬‬
‫‪‬مانيتول دماغي ازيما کموي لدې کبله د ماغي ازيما په‬
‫تداوي کښې استعمالېږي ‪.‬‬
‫‪‬سوربيتول د ديابت ناروغانو د سترګې په عدسيه کښې‬
‫تراکم کوي او د مقدم ‪ Cataract‬د پيداکيدو سبب کېږي ‪.‬‬
Batch 23
Oxidation ‫د مونو سکرايد‬
‫( ګروپ په‬CHO) ‫خفيف اکسيدايز کوونکي عوامل د قند‬
. ‫ السته راځي‬Sugaric acid ‫ اکسيدايز کوي او‬COOH
CH2OH-R-CHO >>> CH2OH – R – COOH
D.GLUCOSE >>> D.GLUCONIC ACID
(SUGARIC ACID)
‫د مونو سکرايد ‪... Oxidation‬‬
‫‪ ‬قوي اکسيدايز کوونکي د قند الديهايدي او الکولي‬
‫ګروپونه اکسيدايز کوي او يو ‪ Sugaric acid‬چې‬
‫‪ Saccharic acid‬نومېږي توليدېږي ‪.‬‬
‫‪D.GLUCOSE >> HNO3 >> GLUCOSACCHARIC ACID‬‬
‫‪ ‬د ‪ Galactose‬د اکسيديشن څخه ‪ Saccharic acid‬د‬
‫‪ Mucicaid‬پنوم جوړېږي ‪ .‬نوموړى محصول د ‪Galactose‬‬
‫په تشخيص کښې استعمالېږي ‪.‬‬
‫له مونوسکرايد څخه د ‪ Uronic Acid‬جوړېدل‬
‫‪ .1‬که د يو ‪ Hexose‬لومړنى ‪ OH‬ګروپ په ‪ COOH‬اکسيدايز شي او‬
‫‪ COH‬ګروپ يې پخپل ځاى پاتې شي )‪ (Uronic Acid‬السته‬
‫‪HO – CH2 -- COH >>> HOOC – COH‬‬ ‫راځي ‪.‬‬
‫‪ .2‬په البراتوار کې پورتنۍ تعامل ممکن نه دى ځکه چې ‪ COH‬فوق‬
‫العاده فعال دى او مخکښې لدې چې ‪ CH2 OH‬ګروپ اکسيدايز‬
‫شي ‪ COH ،‬ګروپ اکسيدايز کېږي ‪.‬‬
‫‪ .3‬خو په ژونديو موجوداتو کښې ‪ Uronic Acid‬د انزايم د عمل‬
‫په نتيجه کښې په ډيره آسانۍ سره جوړېږي ‪.‬‬
‫له مونوسکرايد څخه د ‪ Uronic Acid‬جوړېدل ‪...‬‬
‫‪ : Uronic Acid‬د زياتو ‪ ToxIc‬موادو سره ترکيب جوړوي ‪ .‬په‬
‫جګر کښې د ‪ Campher‬او ‪ Benzoic acid‬سره مغلق جوړ او د‬
‫لږې سمي مادې په څېر اطراح کېږي ‪.‬‬
‫‪ : Uronic Acid ‬د ځينو نسبتا ً لږو منحلو مرکباتو ( لکه‬
‫صفراوي صباغات او ستيروئيدي هورمونونه) سره مغلق جوړوي‬
‫او په منحل موادو يې تبديلوي چې په آسانۍ سره اطراح کېداى شي‬
. ‫ الندې فورمولونه لري‬SUGARIC ACIDS ‫مهم‬
COOH H–C=H COOH
‫׀‬ ‫׀‬ ‫׀‬
H – C– OH H – C– OH H– C– OH
‫׀‬ ‫׀‬ ‫׀‬
HO– C– H HO– C– H HO– C– H
‫׀‬ ‫׀‬ ‫׀‬
H – C– OH H – C– OH H– C– OH
‫׀‬ ‫׀‬ ‫׀‬
H – C– OH H – C– OH H– C– OH
‫׀‬ ‫׀‬ ‫׀‬
CH 2OH COOH COOH
Gluconic acid Glucuronic acid Glucaric acid
‫‪Reducing action of Sugar‬‬
‫‪‬هغه قندونه چې د الديهايد يا کيتون فعال ګروپ لري په قلوي‬
‫محيط کښې د ډېر ښه ارجاع کوونکى عامل په څېر عمل کوي‬
‫‪ ‬د )‪ (Hg) , (Bi) ,(Cu) , (Ag‬مالګې ارجاع کوي او خپله قند‬
‫اکسيدايز کېږي ‪.‬‬
‫‪ Ferric Cyanide‬په ‪ Ferrocynide‬ارجاع کوي او خپله قند‬
‫اکسيدايز کېږي ‪.‬‬
‫… ‪Reducing action of Sugar‬‬
‫• د قندونو د ‪ Reducing‬خواصو څخه په البراتوار کښې د قندونو په توصيفي‬
‫او مقداري ټاکنه کښې ګټه اخيستل کښېږي ‪ .‬مثأل‬
‫• ‪ Cu‬لرونکي معيار چې د ‪ Benedict‬په نوم يادېږي د ‪Reducing Sugar‬‬
‫مخصوصا ً د ګلوکوز پېژندنه کښې استعمالېږي‬
‫• د ‪ Fehling reagent‬د سوديم هايدرو کسايد او سوديم پوتاشيم تارتاريت‬
‫محلول کښې ‪ Cupric sulphate‬لري او سوديم هايدرو کسايد قلوي محيط‬
‫برابروي ‪.‬‬
‫…‪Reducing action of Sugar‬‬
‫• د بنديکت معيار په خپل تر کيب کښې ‪ Cupric sulphate‬لري کوم‬
‫چې سوديم سترات محلول قلوي محيط برابروي‬
‫• نوموړى ټسټونه په ادرار کښې د ‪ Reducing substrate‬د‬
‫معلومولو لپاره له ډېر استعمالېدونکو ټسټونو له جملې څخه دي‪.‬‬
‫• په همدې ډول د ‪ Barfoed‬معيار استيک اسيد کښې د ‪Copper‬‬
‫‪ acetate‬يو محلول دى چې د ارجاعي داى سکرايدو او مونو‬
‫سکرايدو په پېژندنه کښې استعمالېږي ‪.‬‬
‫په مونو سکرايد باندې د اسيد تاثير‬
‫‪ ‬د رقيقو منرالي اسيدونو په مقابل کښې مونو سکرايدونه مقاوم دي ‪.‬‬
‫‪ ‬قوي اسيدونه د قندو څخه اوبه خارج او په ‪ Furfural‬يې تبديلوي ‪.‬‬
‫‪ : Hydroxymethyl furfural ‬په ‪ Pentose‬او ‪ Hexose‬باندې د‬
‫اسيدو دعمل په نتيجه کښې منځته راځي ‪.‬‬
‫‪ ‬نوموړى تعامل د ‪ Molisch's‬تست اساس تشکيلوي چې د کاربوهايدريتو‬
‫دتشخيص لپاره يوعمومى تيست دى‬
‫‪Pentose Or Hexose >>Strong Acid >>Hydroxymethylfurfural‬‬
‫په قندو باندې د قلوياتو تاثير‬
‫‪ ‬رقيق قلويات د قندو په ماليکول کښې تغيرات منځته راوړي‬
‫چې نوموړي تغير ته ‪ Tautomerazation‬وايي‬
‫‪‬د ‪ Tautomerazation‬په جريان کښې ‪ H‬اتوم د يو کاربن‬
‫څخه بل کاربن ته مهاجرت کوي او د ‪ Enolic‬مرکباتو يو‬
‫مغلق جوړوي ‪.‬‬
‫په قندو باندې د قلوياتو تاثير ‪.....‬‬
‫‪ ‬ضعيف قلوي کوالى شي د ‪ Anomeric‬کاربن اتوم په شاو خوا‬
‫کښې د ګروپو ‪ Rearrangement‬منځته راوړي ‪ .‬لدې کبله کېداى‬
‫شي چې ‪ Glucose‬په ‪ Mannose‬يا ‪ Fructose‬تبديل شي ‪.‬‬
‫‪‬نوموړي درې واړه قندونه يو په بل باندې د تبديلېدو وړتيا لري ‪.‬‬
‫‪‬غليظ قلوي د پرمختللو تغيراتو سبب ګرځي چې زيات شمېر کابن‬
‫اتومو کښې د ګروپو ‪ Rearrangements‬منځته راځي همدارنګه‬
‫ښايي ‪ Polymerazation‬منځته راشي‪.‬‬
‫د ‪ Glycoside‬جوړيدل‬
‫ګاليکوسايدونه هغه مرکبات دي چې په هغه کې د‬
‫کاربوهايدريت د بقېې د ‪ Anomeric‬کاربن د اسيتايل اړيکې‬
‫پواسطه د الکول سره اتصال پيدا کوي ‪.‬‬
‫‪ = Glycone‬مونوسکرايدونه‬
‫‪ Anomeric‬کاربن = په ګلوکوز کښې لومړى کاربن‬
‫(‪ = Aglycone‬غير قندي برخه ده‬
‫د ‪ Glycoside‬جوړيدل ‪...‬‬
‫‪ .1‬د رابطې تشکل د لومړي کاربن سره صورت نيسي ‪ .‬بنا ً نوموړي مرکبات‬
‫د الفا يا بيتا کاليکوسايد په څېر جوړيداى شي ‪.‬‬
‫‪ Glycoside .2‬اړيکې د ‪ Glycone‬او ‪ Glycone‬ترمنځ او د ‪Glycone‬‬
‫او ‪ Aglycone‬ترمنځ جوړېدای شي ‪.‬‬
‫‪ .3‬د مثال په توګه ‪ Maltose‬د ‪ Glucose‬د دوه ماليکولو څخه ترکيب شوى‬
‫چې د ‪ Glucose‬بقيې يو د بل سره د الفا )‪ Glycosidic (4.1‬اړيکي‬
‫پواسطه اتصال لري‬
‫د ‪ Glycoside‬جوړيدل ‪...‬‬
‫‪ Glycoside ‬دواګانو او حيواني انساجو کښې پيداکښېږي ‪.‬‬
‫‪ = Aglycone ‬ميتايل الکول ‪ ،‬ستيروييد ‪ ،‬فينول ‪ ،‬ادنين‬
‫او نور وي‬
‫‪ ‬ځيني ‪ Glycoside‬چې ستيروئيدونه د ‪ Aglycone‬په‬
‫څېر په کې وجود لري په طبابت کښې ډېر اهميت لري‪.‬‬
‫لکه ‪ Digitalis‬او ‪Strophanthuse‬‬
‫د قندونو سره د ‪ Esters‬جوړېدل‬
‫‪ .1‬د قندو هايدروکسيل ګروپ د اسيد سره تعامل کوي او ايستر‬
‫جوړيږي ‪.‬‬
‫‪CH2OH + ACID >>> MONOSACCHARIDE ESTER .2‬‬
‫‪ Stearate , Acetate , Phosphate , Propanate .3‬او‬
‫نور مهم دي ‪.‬‬
‫‪ .4‬د انساجو پواسطه د قندونو استقالب ‪ ،‬د قندو يا د قند فاسفيت‬
‫مشتقاتو په پارچه کېدو باندې مشتمل دي ‪.‬‬
‫د قندونو سره د ‪ Esters‬جوړېدل‬
‫‪( Nucleic acid .1‬هستوي تېزاب) ‪ ( Sugar Phosphate‬پنتوز)‬
‫لري چې د نايتروجني ‪ Bases‬سره د ترکيب په توګه وجود لري ‪.‬‬
‫‪SUGAR PHOSPHATE + NITROGEN BASES >> NUCLEIC ACID .2‬‬

‫‪ Sugar phosphate .3‬د ‪ Phosphoric acid‬ايسترونه دي چې ډېر‬


‫اهميت لري ‪ .‬نوموړي مرکبات د بين البيني محصوالتو په څېر د‬
‫ميتابوليزم په دوران کې توليدېږي‪.‬‬
... ‫ جوړېدل‬Esters ‫د قندونو سره د‬
. ‫ سره په الندې ډول ايستريفاى کيږي‬Phosphoric acid ‫ ګروپ د‬OH ‫• د يو قند‬
D. Glucose + Phosphoric acid >> D. Glucose 1- phosphate
: ‫• ځيني عمده مثالونه يې دادي‬
Glucos-6- Phosphate (1
Glucose-1-phosphate (2
Fructose 1-6- Diphosphate (3
Glactose-1-phosphate (4
‫د قند مهم بيولوژيکي مشتقات‬
‫‪Amino sugar‬‬
‫‪ ‬که د يو مونوسکرايد ‪ OH‬د )‪ (NH2‬پواسطه تعويض شي ‪ ،‬حاصل شوى مرکب‬
‫‪ Amino sugar‬په نوم يادېږي ‪.‬‬
‫‪ ‬مهم يې دادي ‪:‬‬
‫‪ Galactose amine , Glucose amine ‬او ‪Mannose amine‬‬
‫‪ Glucose amine ‬د هيالورونيک اسيد ‪ Mucoprotein ،‬او‬
‫‪ Mucopolysaccharide‬ساختماني برخه دى ‪.‬‬
‫‪ Glucose amine ‬د فنګسونو د حجروي جدار په ترکيب کښې هم شته لري ‪.‬‬
..... ‫د قند مهم بيولوژيکي مشتقات‬
Chondrotine ‫ او‬Chondrosamin ‫ د‬Galactose Amine .1
‫ساختماني برخه تشکيلوي‬
‫ په ترکيب کښې شتوالى‬Mucoprotein ‫ د‬Mannose Amine .2
. ‫لري‬
‫ په‬Carbamycine ‫ او‬Erythoromycine ‫ د‬Amino Sugar .3
. ‫ترکيب کښې شتوالى لري‬
‫د قند مهم بيولوژيکي مشتقات ‪.....‬‬
‫‪Neuraminic Acid‬‬
‫‪ Neuraminic Acid .1‬د حجروي جدار د ‪Glycoproteins‬‬
‫ساختماني جز دى ‪ .‬او د يو کاربن لرونکي امين شوګر د مشتقاتو‬
‫څخه دى ‪.‬‬
‫‪ Neuraminic Acid .2‬د ‪ D-mannoseamine‬او ‪ Pyruvate‬د‬
‫تراکم په نتيجه کښې جوړېږي‬
‫د قند مهم بيولوژيکي مشتقات ‪.....‬‬
‫‪ Neuraminic acid .1‬د بدن په مايعاتو او انساجو کښې شتوالى‬
‫لري ‪.‬‬

‫‪ .2‬د نيورامينيک اسيد ‪ N-Acetyl‬مشتق ته ‪ Cialic acid‬ويل کېږي‬

‫‪ (N- Acetyl neuraminic Acid) Cialic acid .3‬په بکترياګانو او‬


‫حيواني انساجو کښې په پراخه توګه توزېع شوى دى‬
‫د قند مهم بيولوژيکي مشتقات ‪.....‬‬

‫‪Deoxy Sugar‬‬
‫• که د يو قند د الکول ګروپ )‪ (HCOH‬کښې آکسيجن موجود نه‬
‫وى د ‪ Deoxy Sugar‬په نوم يادېږي‬
‫• ‪ Deoxy Sugar‬د هغو مرکباتو څخه عبارت دى چې‬
‫‪ Furane‬يا ‪ Pyrane‬ساختمانونو ‪ OH‬ګروپ د ‪ H‬په واسطه‬
‫تعويض شوى وي‬
‫د قند مهم بيولوژيکي مشتقات ‪.....‬‬
‫• ‪ Deoxy Sugar‬مهم مرکبات دي چې د ‪ DNA‬ساختماني‬
‫جز تشکيلوي‬

‫• ‪ Deoxy Sugar‬د ګلوکوز د استقالب د نهى کوونکى‬

‫(‪ )6 Deoxy – L .galactose‬په څېر د ‪ Glycoprotein‬په‬


‫ترکيب کښې وجود لري ‪.‬‬
‫ځيني مهم مونوسکرايدونه‬
‫‪ Triose ‬مشتقات د ګلوکوز د استقالب د ‪Glycolytic Pathway‬‬
‫په دوران کښې جوړېږي ‪.‬‬
‫‪ ‬د ګلوکوز د استقالب په ‪ Pentose Phosphate Pathway‬کښې‬
‫‪ Pentoses , Tetroses, Trioses‬او ‪ Sedoheptulose‬جوړېږي‬
‫‪.‬‬
‫ځيني مهم مونوسکرايدونه ‪...‬‬
‫‪ Pentose .1‬د نوکليوتايد او نوکليک اسيد او زيات شمېر‬
‫کوانزايمونو ساختماني برخه تشکيلوي ‪.‬‬
‫‪ Monosaccharides .2‬په حيواني او نباتي عالم کښې اکثر د‬
‫پولي سکرايدو د ساختماني برخې په څېر موجود دي ‪.‬‬
‫‪ Ribose .3‬د ‪ RNA‬او په حجراتو کښې د مهمو موجودو‬
‫ساختمانونو برخه جوړوي ‪.‬‬
‫‪ Deoxyribose .4‬په ‪ DNA‬کې شتوالى لري‬
‫‪ Pentose‬الندې خصوصيات لري ‪.‬‬
‫‪ .1‬ښايي ‪ Aldoses‬يا ‪ Ketoses‬وي ‪ .‬او ارجاعي خواص لري ‪.‬‬
‫‪ .2‬که د فينايل هايدارزين سره تعامل وکړي ‪ Osazone‬جوړوي ‪.‬‬
‫‪ .3‬که ‪ Pentose‬له اسيد سره معامله شي په ‪ Furfural‬تبديلېږي ‪.‬‬
‫‪ .4‬د خميرمايې )‪ (East‬پواسطه تخمر نه کوي ‪.‬‬
‫‪ Pentoses .5‬د شخوند وهونکو حيواناتو د غذا عمده برخه تشکيلوي ‪.‬‬
‫‪ .6‬د ‪ Pentoses‬رول د انسان په تغذيه کښې معلوم نه دى‬
Hexsoses
‫ وايي‬Hexsose ‫ شپږ کاربن لرونکي کاربوهايدريتو ته‬.1
‫ په څېر وي‬Keto Hexose ‫ او يا‬Aldo Hexose ‫ د‬.2
: ‫ په جمله کې مهم قندونه دا دي‬Hexose ‫ د‬.3
Glucose (a
Galactose (b
Fructose (c
‫‪D-Glucose‬‬
‫‪ ‬د انګورو قند په نوم يادېږي ‪ Dextrorotation .‬راښيي نو د‬
‫‪ Dextrose‬په نوم ياديږي‬
‫‪ ‬په طبعيت کې په آزاده توګه يا د نورو قندو سره د ترکيب په څېر وجود‬
‫ولري ‪.‬‬
‫‪ ‬په سکروز ‪ ، lactose ،‬نشايسته ‪ ،‬ګاليکوجن او نورو مهمو‬
‫کاربوهايديتو کښې شته ‪.‬‬
‫‪ ‬په تجارتي توګه د نشايستې ( د ګلوکوز ‪ ١٠٠٠ ---١٠٠‬واحد پولي‬
‫سکرايد ) څخه جوړېږي‬
‫‪ ‬ګلوکوز د بدن د سونګ مادې عمده برخه تشکيلوي ‪.‬‬
‫…‪D-Glucose‬‬
‫‪‬غذايي کاربوهايدريتونه د هضم څخه وروسته دوران ته جذب شي او د انساجو په‬
‫ګاليکوجن تبديلېږي چې بيا د ګلوکوز له الري په استقالب رسېږي او يا په نورو‬
‫قندو تبديلېږي ‪.‬‬
‫‪‬د لوږي په حالت کښې د انسان وينه ‪ 100-70mg %‬ګلوکوز په نورمال حالت‬
‫کښې لري‬
‫‪‬يواځې په ‪ Trace‬مقدار سره ګلوکوز په ادرارکې اطراح او د عادي معايناتو‬
‫پواسطه د تشخيص وړ نه دی ‪.‬‬
‫‪‬که د وينې ګلوکوز سويه د نورمال نه پورته الړ شي ‪ Hyperglycemia‬بلل کېږي‬
‫‪‬په ‪ Diabetes Mellitus‬کښې د ‪ Hyperglycemia‬د ‪ Glucoseuria‬سره‬
‫ملګري وي‬
‫ګلوکوز الندې خصوصيات لري‪.‬‬
‫‪ .1‬د ارجاع دعمل پواسطه ګلوکوز په ‪ Sorbitol‬بدلېږي ‪.‬‬
‫‪ .2‬د آکسيديشن د عمل پواسطه درې ډوله ‪ Sugaric acid‬جوړوي ‪.‬‬
‫‪ .3‬ګلوکو د ‪ Furanose‬او ‪ Pyranose‬اشکال لري‬
‫‪ Furanose .4‬شکل يې زيات ثابت دی ‪.‬‬
‫‪ .5‬ګلوکوز د سکروز )‪ (173%‬خوږوالى لري ‪.‬‬
‫‪ .6‬د خمير مايې پواسطه تخمر کوي ‪.‬‬
‫‪ .7‬په طبابت کښې د ګلوکوز محلول د تغذيې او تداوي په منظور‬
‫استعمالېږي ‪.‬‬
‫‪D-Fructose‬‬
‫‪ .1‬فرکتوز )‪ (Ketohexose‬دى ‪ .‬د مېوې )‪(Fruit Juices‬قند په‬
‫نوم يادېږي په زيات مقدار سره په شهد کښې شته ‪.‬‬
‫‪ .2‬د ‪ Inulin‬په ترکيب کښې هم شته ‪.‬‬
‫‪ .3‬فرکتوز ‪ Levorotation‬ښيي نود ‪ Levulose‬په نوم هم يادېږي‬
‫‪ .4‬فرکتوز په نباتاتو کې د ګلوکوز سره يو ځاى د سکروز په ترکيب‬
‫کښې شته ‪.‬‬
‫‪ .5‬په مېوه جاتو کښې ډېر خپور دى ‪ .‬په حيواني انساجو کې لږ دی‬
‫… ‪D-Fructose‬‬
‫‪ Seminal Fluid .1‬فرکتوز لري چې د ‪ Sparmatozoa‬د انرژي‬
‫منبع په توګه وظيفه اجراکوي ‪.‬‬
‫‪ .2‬فرکتوز د ګلوکوز په شان ‪ Mutarotation‬ښيي ‪.‬‬
‫‪ .3‬د محلول په حالت کښې د ‪ Pyranose‬او ‪ Furanose‬په اشکالو‬
‫سره پيدا کېږي ‪.‬‬
‫‪ .4‬د فرکتوز پولي مير د ‪ Inulin‬په نوم يادېږي چې د پښتورګو د‬
‫وظيفې په ټاکنه کښې ورڅخه ګټه اخيستل کښېږي ‪.‬‬
‫‪Galactose‬‬
‫‪ Galactose .1‬هم يو شپږ کاربنه الديهايد قند دى‬
‫‪ .2‬د لکتوز د ماليکول يوه برخه جوړوي چې د ګلوکوز‬
‫سره اتصال لري ‪.‬‬
‫‪ .3‬په شحمي انساجو کې د ‪ Galactolipid‬په څېر وجود‬
‫لري ‪.‬‬
‫‪ Galactose .4‬د حبوباتو د دانې په قشر کښې هم‬
‫موجود دى ‪.‬‬
‫… ‪Galactose‬‬
‫‪ Galactose .1‬يو ‪ Aldohexose‬دى چې مخصوص‬
‫‪ Dexrorotation‬ښيي ‪.‬‬
‫‪ .2‬نسبت سکروز ته ‪ %۳٥‬خوږوالى لري ‪.‬‬
‫‪ .3‬په بدن کښې ( په تيونو) کښې له ګلوکوز څخه جوړېږي‬
‫‪ .4‬يوازېنی فرق يې د ګلوکوز سره د څلورم کاربن د ‪ OH‬او ‪H‬‬
‫ګروپونو د ترتيب له نظره دى ‪.‬‬
‫‪ Galactose .5‬په څلورم کاربن کښې د ګلوکوز ‪Epimer‬‬
‫دى ‪.‬‬
‫‪Mannose‬‬
‫‪ Mannose .1‬هم يو ‪ Aldohexose‬دى‬
‫‪ .2‬په نباتي محصوالتو کښې لکه ژاوله ‪ Gum‬او د زياتو ګاليکو پروتينو‬
‫ساختماني برخه ده ‪.‬‬
‫‪ .3‬د البومين ‪ ،‬ګلوبولين او موکويد د پروستاتيک پولي سکرايد ماليکول يوه‬
‫برخه ده ‪.‬‬
‫‪ Mannose .4‬د خوړو څخه امتصاص او بيا په بدن کښې په ګلوکوز‬
‫تبديلېږي ‪.‬‬
‫‪ Mannose .5‬په دوهم کاربن کښې د ګلوکوز ‪ Epimer‬دى ‪.‬‬
‫‪ Mannose .6‬د ګلوکوز سره ورته کيمياوي تعامالت اجرکوي ‪.‬‬
‫‪DISACCHARIDES‬‬
‫‪ .1‬د مونو سکرايدو دوه واحدو څخه تر کيب شويدى ‪.‬‬
‫‪ .2‬که داى سکردايدونه هايدروليز شي په خپلو مونو سکرايدو واحدو‬
‫پارچه کښېږي ‪.‬‬
‫‪ .3‬د مونوسکرايد واحدونه د ‪ Glycosidic‬اړيکې پواسطه وصل دي ‪.‬‬
‫‪ .4‬درې ډولونه ‪ DISACCHARIDES‬تشرېح کوو‪.‬‬
‫‪(sucrose) Saccharose (a‬‬
‫‪Maltose (b‬‬
‫‪Lactose (c‬‬
‫‪)Sucrose ( Saccharose‬‬
‫‪ Sucrose ‬د ‪ Saccharose‬پنوم هم يادېږي د خوړلو عمومي قند‬
‫دى‬
‫‪‬د هايدروليز څخه يې يو ‪ D-glucose‬او يو ‪ D-fructose‬توليدېږي‬
‫‪ ‬د ‪ Alpha D- Glucose‬لومړى کاربن د ‪Beta D- Fructose‬‬
‫دوهم کاربن سره د آکسيجني اړيکښې پواسطه وصل شويدى ‪ ،‬له دې‬
‫کبله په ‪ Sucrose‬کښې د متشکله مونو سکرايدو کيتوني او‬
‫الديهادې ګروپونه يو د بل پواسطه تړل شوي دي ‪.‬‬
‫… ‪)Sucrose ( Saccharose‬‬
‫‪ Sucrose ‬تر هغه چې هايدروليز شوى نه وي ارجاع کوونکى خاصيت نه ښييي ‪.‬‬
‫‪ ‬نو سکروز ‪ Osazone‬نشي جوړوالى او ‪ Mutarotation‬خصوصيت نه ښيي ‪.‬‬
‫‪ Sucrose ‬د ګني او جغندرو څخه السته راځى او يو شمېر نورو مېوه جاتو او‬
‫نباتاتو کښې هم شته‪.‬‬
‫‪ Sucrose ‬هغه وخت د استفادې وړ ګرځي چې د خولې له الرې واخيستل شي ‪.‬‬
‫‪ ‬په کلمو کښې د ‪ Sucrase‬په واسظه په ګلوکوز او فرکتوز هايدروليز او بيا‬
‫جذبېږي‬
‫‪‬که ‪ Sucrose‬په وريدي توګه تطبيق شي په استقالب نه رسيږي ‪ .‬او په چټکۍ‬
‫سره په ادرار کې اطراح کېږي ‪.‬‬
‫‪Maltose‬‬
‫‪ Maltose ‬يو داى سکرايد دى چې په مېوه جاتو کې پيدا‬
‫کېږي ‪.‬‬
‫‪ Maltose ‬د ‪ Alpha D-Glucose‬د دوه واحدو څخه‬
‫ترکيب شويدى ‪.‬‬
‫‪‬د ‪ Maltose‬په ماليکول کښې د يو ګلوکوز لومړنى کاربن‬
‫د بل ګلوکوز څلورم کاربن سره وصل شويدى ‪ .‬نوموړې‬
‫اړيکه د ‪ Glycosidic‬رابطې په نوم يادېږي ‪.‬‬
‫… ‪Maltose‬‬
‫‪‬کېداى شي په الفا او بيتا اشکالو وجود ولري ‪.‬‬
‫‪ Maltose ‬يو ارجاع کونکى قند دى او اوسازون جوړولى‬
‫شي او ‪ Mutarotation‬ښيي ‪.‬‬
‫‪ Maltose ‬په ‪ in vivo‬کښې په نشايسته باندې د لعابي‬
‫‪ Amylase‬د عمل څخه توليدېږي‬
‫‪ ‬په ‪ in vitro‬کې د اسيد پواسطه د نشايستې د قسمي‬
‫هايدروليز په نتيجه کې توليديږي‬
‫‪Lactose‬‬
‫‪ Lactose ‬ډېر مهم دای سکرايد دی چې د شيدې ورکوونکو‬
‫ميندو په ثديه کې جوړېږي‬
‫‪ ‬د ‪ 1-4 Glycosidic‬رابطې پواسطه يو ‪ D- Galactose‬د يو‬
‫‪ D- Glucose‬سره وصلېږي ‪.‬‬
‫‪ ‬لکتوز په طبعيت کښې په زيات مقدار سره په شيدو کښې موجود‬
‫دى‬
‫‪ ‬په کوچنيو کلمو کښې ‪ Lactase‬پواسطه په خپل متشکله اجزاو‬
‫هايدروليز کېږي‬
‫‪ ‬د لکتوز خوږوالى د سکروز )‪ (16%‬دي ‪.‬‬
‫…‪Lactose‬‬
‫‪ ‬يو فعال الديهايد ګروپ لري‪ .‬نو ارجاعى خواص لري ‪.‬‬
‫‪ ‬اوسازون کرستلونه جوړوي او ‪ Mutarotation‬ښيي ‪.‬‬
‫‪ ‬ځينې بکتريا په ‪ lactic acid‬باندې د ‪ Lactose‬د تخمر‬
‫سبب ګرځېدلى شي ‪.‬‬
‫‪ ‬د شيدې ورکوونکې ميندو په ادرار کښې يو مقدار لکتوز‬
‫اطراح کېږي چې د توليد زياتوالي له کبله په دوراني کښې‬
‫وينه کښې د هغه شتوالي باندې داللت کوي ‪.‬‬
‫‪Polysaccharides‬‬
‫‪ .1‬د مونوسکرايدو زيات شمېر مونومير واحدو څخه تشکيل شويدى ‪.‬‬
‫‪ .2‬پولي سکرايدونه د مونوسکرايدونو پولي ميرونه دي ‪.‬‬
‫‪ .3‬د ذخيروي او ساختماني و ظايفو لرونکي دي ‪.‬‬
‫په نباتاتو کښې نشايسته او سلولوز نوموړي وظايف سرته رسوي‬ ‫‪.4‬‬
‫ګاليکوجن پولي سکرايد د ذخيروي قند په څېر په بدن کښې ذخيره کېږي‬ ‫‪.5‬‬
‫‪ Heparin‬يو پولي سکرايد دى چې په اوعيو کې د وينې د تحثر څخه‬ ‫‪.6‬‬
‫مخنيوى کوي ‪.‬‬
‫پولى سکرايدونه د الديهايد يا کيتونى ګروپ خواص او خوږ خوند نلري ‪.‬‬ ‫‪.7‬‬
‫پولي سکرايدونه په دوه لويو ګروپو نصنيف شويدي ‪.‬‬
‫‪ Homopolysaccharides‬او ‪Heteropolysaccharids‬‬
‫‪Homopolysaccharides‬‬
‫د سره ورته مونو سکرايدو واحدونو څخه جوړ شوى دى‬
‫نشايسته ) ‪( Starch‬‬
‫‪ .1‬د غذايي کاربوهايدريتو مهم شکل دى چې انسانان ور څځه ګټه اخلي ‪.‬‬
‫‪ .2‬د کاربوهايدريتو مهمه غذايي منبع ده چې په کچالو ‪ ،‬حبوباتو ‪ ،‬دانو او يو شمېر‬
‫سبزيجاتو کې وجود لري ‪.‬‬
‫‪ .3‬يو ‪ Homopolysaccharide‬دى چې ‪ Glucosan‬يا ‪ Glucan‬په نوم يادېږي ‪.‬‬
‫‪ .4‬د نشايستې ساختماني مونوسکرايد يې ګلوکوز دى ‪.‬‬
‫نشايسته دوه برخې لري ‪ Amylose :‬او ‪Amylopectine‬‬
‫‪Amylose‬‬
‫د نشايستې ‪ % 20 - 15‬تشکيلوي‬ ‫‪.1‬‬
‫د ‪ 1000-200 D-Glucose‬واحدونه لري چې د الفا ګاليکوسايدي اړيکې‬ ‫‪.2‬‬
‫پواسطه وصل شويدى ‪.‬‬
‫ماليکولي وزن يې له ‪ 69000‬تر‪ 1,000,000‬پورې رسېږي ‪.‬‬ ‫‪.3‬‬
‫د ‪ Amylose‬ماليکول د ‪ Alpha Glucosidic‬اتصال له کبله غير منشعب فنر‬ ‫‪.4‬‬
‫مانند ځنځير په څېر سره تاو خوړلى دى ‪.‬‬
‫‪ Amylose‬په ګرمو اوبو کې منحل او د آيودين سره آبى رنک توليدوي ‪.‬‬ ‫‪.5‬‬
‫آيودين د ‪ Amylose‬د ماليکول په تشو ځايو کښې چې د ګلوکوز واحد‬ ‫‪.6‬‬
‫پواسطه منځته راځى ‪ ،‬داخلېږي او آبي رنګ توليدوي ‪.‬‬
‫نشايسته دوه برخې لري ‪ Amylose :‬او ‪..... Amylopectine‬‬
‫‪Amylopactin‬‬
‫د نشايستې ‪ 80-85%‬تشکيلوي ‪ ،‬نسبت ‪ Amylose‬ته په زيات مقدار‬ ‫‪.1‬‬
‫سره وجود لري‬
‫‪ Amylopactin‬په ګرمو اوبو کښې غير منحل پولي مير دى چې د‬ ‫‪.2‬‬
‫ګلوکوز د مونومير واحدونه لري‬
‫دوه ډوله ‪ Glucosidic‬اړيکې لري چې ‪Alpha ( 1→4) 70%‬‬ ‫‪.3‬‬
‫‪ Glucosidic‬او پاتې يې ‪ (1→6) Glucosidic‬دي‬
‫ماليکولي وزن يې د ‪ Amylose‬په نسبت لوړ او تر څو مليونو پورې‬ ‫‪.4‬‬
‫رسېږي ‪.‬‬
‫نشايسته دوه برخې لري ‪ Amylose :‬او ‪..... Amylopectine‬‬

‫‪ ‬د ‪ Amylopactin‬هر ځنځير د خپل مجاور ځنځير سره د الفاء‬


‫ګاليکوسايديک اړيکې پواسطه وصل شويدى‬
‫‪ Amylopactin‬د ګاليکوجن ساختمان ته ورته والى لري نو د ګلوکوز څو‬
‫زره واحدونه د ‪ Amylopactin‬په هر ماليکول کښې شتوالى لري ‪.‬‬
‫‪ Amylopactin ‬له آيودين سره آبي يا ارغواني رنګ ورکوي ‪.‬‬
‫‪‬په نشايسته کښې آزاد الديهايد يا کيتوني ګروپونه نه شته نو ارجاع‬
‫کوونکې خواص نه لري‬
‫‪‬نشايسته اوسازون نه شي جوړولى‬
‫په نشايسته باندې د اسيد اغېزه‬
‫‪ .a‬اسيد د نشايستې (‪ ١- ٤‬او ‪ ) ١ -٦‬ګاليکو سايديک اړيکو باندې اغېزه کوي ‪.‬‬
‫‪ .b‬بنا ً نشايسه په مکمله توګه په ګلوکوز هايدروليز کېږي ‪.‬‬
‫‪ .c‬پدې عمليه کې الندې مراحل منځته راځي چې هره مرحله يې د آيودين سره د تعامل له سببه د‬
‫رنګ د تغيراتو پواسطه ښودل شويدى ‪.‬‬
‫‪ .1‬نشايسته په (يخو اوبو کښې غير منحل دى)‪---------------‬آبي رنګ توليدېږي‪.‬‬
‫‪ .2‬منحل نشايسته (ټيټ ماليکولي وزن لرونکى ) ‪------------‬آبي رنګ توليدېږي‪.‬‬
‫‪-------------------------------------- Amylo dextrin .3‬آبي بنفش رنګ ښيي‬
‫‪ ( Erythrodxtrin .4‬اريترو‪ -‬سور)‪-------------- ----------‬سور رنک توليدوي ‪.‬‬
‫‪( Achrodextrin .5‬اکرو – بې رنګه) ‪----------------------‬رنګ نه توليدوي ‪.‬‬
‫‪ .6‬مالتوز ‪ --------------------------------------------------‬رنګ نه توليدوي ‪.‬‬
‫‪ .7‬ګلوکوز ‪--------------------------------------------------‬رنګ نه توليدوي ‪.‬‬
‫پر نشايسته باندې د انزايم اغېزه‬
‫‪ .1‬هغه انزايم چې نشايسته ‪ Hydrolyse‬کوي د ‪ Amylase‬په نوم ياديږي‬

‫‪ .2‬د الړو ‪ Amylase‬د ‪ (Ptyalin) Salivery Amylase‬په نوم ياديږي ‪.‬‬

‫‪ .3‬د پانقراص عصارې ‪ Amylase‬د ‪ Pancreatic Amylase‬نومېږي ‪.‬‬

‫‪ Amylase .4‬انزايمونه ‪ Alpha amylase‬دي او نشايسته په‬


‫‪ Maltose , Maltotriose‬او ‪ Dextrin‬باندې ‪ Hydrolyse‬کوي ‪.‬‬
‫‪Dextrin‬‬
‫‪ Dextrin .1‬د اسيد يا د ‪ Amylase‬پواسطه د نشايستې د‬
‫هايدروليز يو بين البيني محلول دى چې ساختمان يې مختلف‬
‫جسامت لرونکي دي ‪.‬‬
‫‪ Dextrin .2‬د نشايستې توليدکونکي نباتاتو په پاڼو کښې هم‬
‫وجود لري‬
‫‪ Dextrin .3‬د نشايستې د هايدروليز په نتيجه کښې‬
‫توليديږي او خوږ خوند لري ‪.‬‬
‫‪Dextran‬‬
‫‪ Dextran .1‬د ځينو بکترياوو په واسطه توليدېږي او د ګلوکوز يو پولي مير دی‬
‫‪ .2‬ځيني يې تر ‪ ٤٠٠٠٠٠٠‬پورې ماليکول وزن لري‬
‫‪ .3‬د ‪ Dextran‬محلول زيات لزوجيت لري ‪.‬‬
‫‪ Dextran .4‬د ‪ D-glucopyranose‬پولي مير دي‬
‫‪ Dextran .5‬په طبابت کښې د هايپووليميک شاک په تداوې کې استعماليږي‬
‫‪ .6‬هغه ‪ Dextran‬جې ماليکول وزن يې (‪ ) ۲٥٠٠٠ -٧٠٠٠٠‬دی کارول کېږي ‪.‬‬
‫‪ .7‬د ‪ Dextran‬د هايدروليز عمل په احتياط سره صوت نيسي ‪.‬‬
‫‪Cellulose‬‬
‫‪‬په نړۍ کښې مهمه عضوي ماده ده چې د ځمکې د ټولو عضوي‬
‫مرکباتو د نيمايي څخه زيات او په عمده ډول په نباتي عالم کښې‬
‫پيداکيږي ‪.‬‬
‫‪ Cellulose ‬په خپل ترکيب کښې تقريبا ً (‪ )۲٥٠٠‬واحدونه ګلوکوز‬
‫لري او د ‪ B ) 1-4( - Glycolsidic‬اړيکي پواسطه وصل شويدی‬
‫‪ ‬د ‪ Cellulose‬ماليکول وزن تقريبا ً د ‪ ٥٧٠٠٠٠‬په شاوخوا‬
‫دى او د تشعب ټکى نلري ‪.‬‬
‫‪ Cellulose ‬د ‪ Cellulase‬په واسطه هايدروليز کيږي دا انزايم‬
‫يواځې په بکتريا ګانو کښې شتوالى لري ‪.‬‬
‫‪Cellulose ....‬‬
‫‪ Cellulase ‬په انسانانو کښې وجود نلري نو سلولوز د انسان په تغذي کښې اهميت‬
‫نلري ‪.‬‬
‫‪ Cellulose ‬دغذا غير قابل هضم برخه ده او د غايطه موادو حجم زياتوي ‪ ،‬د قبضيت‬
‫د رفع کيدو سبب ګرځي ‪ ،‬اشتها او معايي حرکات تنبه کوي ‪.‬‬
‫‪‬په شخوند وهونکوحيواناتو کښې سلولوز غذايي ارزښت لري ‪ .‬د نوموړو په هضمي‬
‫عصاره کښې ‪ Cellulase‬انزايم وجود نلري ‪ .‬خو بيا هم د هغوی د کولمو د مايکرو‬
‫اورګانيزم پواسطه تخمر او په ګلوکوز پارچه کيږي او وروستنۍ محصوالت يې د وينې‬
‫دوران ته جذب او د عضويت د انرژي د منبع په توګه خدمت کوي ‪.‬‬
‫‪‬رقيق تېزاب په سلولوز تاثير نلري اما په نسبتا ً قوي اسيدو کښې ‪ Cellulose‬په‬
‫‪ Cellubiose‬او ‪ Cellulose‬پارچه کېږي ‪.‬‬
‫‪Glycogen‬‬
‫‪ Glycogen‬په ځګر کښې د ذخيروي پولي سکرايدو په څېر شته او په عضالتو‬ ‫‪.1‬‬
‫کښې د انرژي د منبع په حيث وظيفه لري ‪ Glycogen‬د حيواني نشايستې په‬
‫نوم هم يادېږي‬
‫ماليکولي وزن يې د (‪ ) ۹٠٠٠٠٠٠‬په شاو خوا کښې دى ‪.‬‬ ‫‪.2‬‬
‫‪ Glycogen‬د ګلوکوز له واحدو څخه جوړ شوى چې د الفا ګاليکوسيدي اړيکې‬ ‫‪.3‬‬
‫پواسطه سره وصل شوي ‪.‬‬
‫د ا اړيکې ‪ ۹۲%‬د الفا (‪ )١-٤‬او پاتې ( ‪ )%٨‬يې د الفا (‪ )١-٦‬له ډول څخه دي‬ ‫‪.4‬‬
‫د ‪ Glycogen‬په ماليکول کښې د منشعب ځنځير نسبت نشايستې ته لنډ او په‬ ‫‪.5‬‬
‫لنډه فاصله کښې واقع کيږي‪.‬‬
‫‪ Glycogen‬د ايودين سره سور رنګ توليدوي ‪.‬‬ ‫‪.6‬‬
‫‪ Glycogen‬د مکمل هايدروليز په نتيجه کښې ګلوکوز توليديږي ‪.‬‬ ‫‪.7‬‬
‫‪Inuline‬‬
‫‪ .1‬يو ‪ Homopolysaccharid‬دى‪ ،‬له ‪ D-Fructose‬واحدو څخه‬
‫جوړ دی ‪.‬‬
‫‪ .2‬د ماليکول وزن يې د ‪ ٥٠٠٠‬په شاوخوا کښې دى ‪.‬‬
‫‪ inuline .3‬په پياز او هوږه کښې شتوالى لري ‪.‬‬
‫‪ .4‬د تغذي له نظره د انسان پواسطه استعماليږي ‪.‬‬
‫‪ .5‬دا ‪ Renal Function test‬کښې د ‪ GFR‬د ارزيابۍ په منظور‬
‫استعماليږي ‪.‬‬
‫‪Heteropolysaccharids‬‬

‫هغه پولي سکرايدونه دي چې په ترکيب کښې د کار بوهايدريت څخه‬


‫پرته ځيني نور مرکبات هم لري ‪.‬‬
‫او په الندې ډولونو باندې ويشل کېږي ‪.‬‬
‫‪Mucopolysaccharids .1‬‬
‫‪Mucillages .2‬‬
‫‪Mucopolysaccharids‬‬
‫‪ .1‬په حيواناتو کښې زيات شمېر غيرمتجانس کاربوهايدريت وجود لري‬
‫‪ .2‬د ‪ ۲‬څخه تر ‪ ٦‬مختلفو مونوسکرايدو يا د هغو له مشتقاتو څخه جوړ دي ‪.‬‬
‫‪ .3‬دا مرکبات مهم بيولوژيکي مواد په بر کې نيسي‬
‫‪ , Heparin, Chondroitin sulfates , Hyaluronic acid .4‬د وينې د‬
‫ګروپو مواد او د وينې د سيرم ‪ Mucoids‬په کې شامل دي ‪.‬‬
‫‪ Mucopolysaccharid‬د پروتين سره وصلېږي او ‪Mucoproteins‬‬
‫او ‪ Mucins‬جوړوي ‪ .‬ددې ګروپ پورې مربوط ځيني مهم کاربوهيدريتونه په‬
‫الندې ډول سره مطالعه کېږي ‪.‬‬
‫‪Hyaluronic acid‬‬
‫‪‬يوغير منشعب پولي مير دى چې د مختلفو انساجو او د بکترياو څخه السته راځي‪.‬‬
‫‪‬په انساجو او مايعاتو کښې په آزاد او يا د پروتين سره د اتصال په شکل شته‪.‬‬
‫‪‬د ‪ Hyaluronic Acid‬محلول ډېر لزوجيت لري چې د مفاصلو په ‪Lubrication‬‬
‫کښې مرسته کوي ‪ .‬د سترګې )‪ (Vitreous humor‬کښې هم شته ‪.‬‬
‫‪ Hyaluronic Acid ‬لوړ ماليکولي وزن لري د ‪ N- Acetyl Glucosamine‬او‬
‫‪ Glucoronic‬د متوالي بقيو څخه تشکيل شوي ‪.‬‬
‫‪ Hyaluronidase ‬د ‪ Hyaluronic Acid‬د هايدروليز سبب ګرځي ‪.‬دا انزايم د‬
‫زيات شمېر بکتريا او د شاتو د مچيو او مارانو په زهر کښې موجود دي ‪.‬‬
‫‪Hyaluronic acid ….‬‬
‫‪‬د بين الحجروي مادې ډېرعمده برخه تشکيلوي چې د بکتريا د نفوذ په مقابل‬
‫کښې مقاومت توليدوي ‪.‬‬
‫‪ ‬په خصيه ‪ ، Seminal Fluid, ،‬ادرار ‪ ،‬پالزما ‪ ، Synovial Fluid ،‬او نورو‬
‫انساجو کښې و جود لري‬
‫‪ Hyaluronidase ‬چې د بکتريا ګانو پواسظه افرازېږي هيالرونيک اسيد‬
‫‪ Barrier‬تخريبوي او مهاجم اورګانيزم ته اجازه ورکوي چې نسج ته داخل شي ‪.‬‬
‫نو نوموړي انزايم ته ‪ Spreading Factor‬هم ويل کېږي‬
‫‪‬هغه ‪ Hyalurnidase‬چې په ‪ Seminal Fluid‬کښې وجود لري ښايي چې د‬
‫‪ Ovum‬د القاح لپاره آسانتياوې برابرې کړي ‪.‬‬
‫‪‬په کلينيکي ډول د ‪ Hyaluronidase‬مشتقات د هغه مايعاتو د امتصاص د‬
‫زياتواالي په منظور ورکول کېږي کوم چې په تحت الجلدي الره تطبيق شوى وي ‪.‬‬
‫‪Chondrotin Sulphate‬‬
‫‪ Chondrotin Sulphate‬د انساجو په ځمکني موادو‬ ‫‪.1‬‬
‫مخصوصا ً غضروف کښې وجود لري چې د پروتينو سره ترکيب‬
‫شويدى‬
‫‪ .2‬د کاندروتين سلفيت مختلف ډولونه مثالً ( ‪ C, B, A‬او‪ ) D‬پېژندل‬
‫شويدي‬
‫‪ Chondrotin Sulfat-b .3‬ته ‪ B- Heparine‬هم ويل کېږي چې د‬
‫ضعيف ‪ Anticoagulant‬تاثير لرونکى دى ‪.‬‬
‫‪Heparine‬‬
‫‪ .1‬هيپارين يو ‪ Heteropolysacchride‬دى چې يه ځګر ‪ ،‬تورى ‪ ،‬سږي ‪،‬‬
‫‪ Thymus‬او وينه کښې موجود دى‬

‫‪ Anticoagulant .2‬تاثير لري ‪.‬‬

‫‪ .3‬که ‪ Heparine‬هايدروليز شي يو ماليکول ‪ D.Glucuronic Acid‬او دوه يا زيات‬


‫ماليکولونه ‪ H2SO4‬السته راځي‬

‫‪ Heparine .4‬د اوعيو په داخل کښې د وينې د علقه کېدو څخه مخنيوى کوي ‪.‬‬
‫‪Blood Group Polysaccharides‬‬
‫‪ .1‬نوموړي پولي سکرايدونه د وينې په ‪ Saliva , Gastric Mucin, RBC‬او د عضويت‬
‫نورو افرازاتو کښې وجود لري ‪.‬‬

‫‪ .2‬نوموړى پولي سکرايدونه د پروتينو سره اتصال لري او د انتي جن په څېر عمل کوي‬

‫‪ .3‬د وينې د مختلفو ګروپونو )‪ ( RH,O,B.A‬او نورو مسئول ګڼل شويدى ‪.‬‬

‫‪ .4‬که نوموړي پولي سکرايدونه هايدرو ليز شي ‪، Galactosamine , Glucosamine‬‬


‫‪ Galactose , Facose‬او ‪ Nacetyl Neurominic‬اسيد السته راځي ‪.‬‬
Blood serum Mucoides
: ‫د دې مرکباتو ماليکول له الندې موادو تشکيل شوي دي‬
Glucoseamine .1
Mannose .2
Galactose .3
Sialic Acid .4
Fucose .5
Acetic Acid .6
‫‪Mucillages‬‬
‫غيرمتجانس پولي سکرايد دي چې په نباتاتو کښې شته ‪ .‬کلونيدي مغلق مواد دي او د‬
‫‪ gel‬د تشکل خصوصيت لري ‪ Vegetable gum, agar‬او پکتين په کې شامل دي‬
‫‪Agar‬‬
‫يو پولي سکرايد دى او د ‪ Sulfated Galactose‬واحدو څخه جوړ شويدى ‪.‬‬ ‫‪.1‬‬
‫‪ Agar .2‬د کلکتوز پولي سکرايدو او سلفوريک اسيد و ايستر دى ‪.‬‬
‫‪ .3‬په ګرمو اوبو کښې حلېږي چې د اوبو د يخولو پواسطه په ‪ Gel‬تبديلېږي ‪.‬‬
‫‪ Agar .4‬د هضمېدلو وړتيا نلري‪ ،‬اومه که وخوړل شي د کلمو حرکات تنبه کوي نو‬
‫د ‪ Laxative‬په حيث استعمالېږي ‪.‬‬
‫‪ .5‬د بکتريا گانو د زرعيه اوساطو د جوړلو لپاره هم کارول کېږي‪.‬‬
‫‪Mucillages....‬‬
‫‪Vegetable Gum‬‬
‫• کاربوهايدريتي مواد دى چې په هکسوس يا پنتوز او يا دواړو باندې مشتمل‬
‫دى کوم چې د ‪ Glycoside‬اړيکو پواسطه يو د بل سره وصل شوي دي ‪ .‬او‬
‫کاربوهايدريت د اسيد ګروپ لرونکي دي ‪.‬‬

‫• که ‪ Gum Arabic‬هايدروليز شي ګلکتوز ‪Arabinose , Rahmanose ،‬‬


‫او ګلوکورونيک اسيد توليدېږي ‪.‬‬
‫‪Mucillages....‬‬
‫‪Pectins‬‬
‫‪ .1‬په مڼه ‪ ،‬ليمو‪ ، beets ،‬ګازرو او نورو مېوه جاتو کښې موجود دى ‪.‬‬
‫‪ Pectins .2‬په قندي محلول کښې ‪ Gels‬جوړوي ‪.‬‬
‫‪ .3‬که ‪ Pectins‬هايدروليز شي ‪Galactoronic Acid , Galactose ,‬‬
‫‪ Arabinose‬او )‪ (10-12%‬ميتايل الکول توليديږي ‪.‬‬
‫‪Hemicellulose‬‬
‫‪ .1‬دا اصطالح عمدتا ً د لوړو ماليکولي وزن لرونکو کاربوهايدريتو په مورد اطالق‬
‫کېږي ‪.‬‬
‫‪ .2‬سلولوز ته ورته دي اما په زيات مقدار سره د انحالل وړتيا لري او په ډېره‬
‫آسانۍ سره تجزيه کېږي ‪.‬‬
‫‪ .3‬د رقيق القلي پواسطه خالصه کېږي‬
‫‪ .4‬د رقيق اسيد پواسطه رسوب کوي ‪.‬‬
‫‪ .5‬د ‪ Hemicellulose‬د هايدوليز په نتيجه کښې مونوسکرايدونه او د ‪Sugaric‬‬
‫اسيد مختلف ډولونه السته راځي ‪.‬‬

You might also like