Professional Documents
Culture Documents
Ketabton
Ketabton
لومړی څپرکی
عضوي کيمیا د کيمیا د علم یوه څانګه ده چي د کاربن ،هایدروجن او د کاربن د مشتقاتو څخه بحث
کوي .حال دا چي غیر عضوي کیمیا د ټولو عناصرو سره سروکار لري.
د عضوي کیمیا پرمختګ په اوه لسمه پېړۍ کي شروع شو چي د منرالي موادو تر څنګ نباتي او
حیواني مواد هم کيمیاوي څېړني ته ور ګډ شول .یو فرانسوي پوه الوازیه ( )Lavosierپه ۴۷۷۱م کي پیدا کړه
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
چي د بوټو او حیواني موادو د سوځولو څخه کاربن ډای اوکسایډ او اوبه حاصلېږي ،چي د هغې څخه دا ثابته
شوه چي کاربن او هایدروجن د نباتي او حیواني موادو بنسټ جوړوي .الوازیه په دې څېړنو کي کله کله هم
نایتروجن او یا د هغه اوکسایډ پیدا کاوه چي په ځینو طبیعي موادو کي د نایتروجن موجودیت ته اشاره کېده.
د پخوا زمانې را هیسي ځیني عضوي مرکبات لکه قند ،الکول ،نشایسته ،رنګ او داسي نور پېژندل
شوي وو .خلکو د مېوې د اوبو ،شاتو او د اوربشو د تخمر په واسطه د الکولو جوړولو سره او همدارنګه د
طبیعي موادو څخه د حاصل شویو رنګونو په واسطه د ټوکرانو د رنګونو سره آشنایي درلوده.
شیلي ( )Sheeleپه ۴۷۷۱م کي د نباتي او حیواني موادو څخه جال شوي تېزاب لکه سیټریک اسید،
اوکزالیک اسید ،مالیک اسید ،تارتاریک اسید ،لکتیک اسید ،یوریک اسید او همدارنګه د شحمو او تېلو څخه
حاصل شوي شحمي تېزاب وڅېړل .شیلي دې پایلي ته ورسېد چي د نباتي او حیواني سرچينو څخه حاصل شوي
عضوي مواد ډېر زیات سره ورته دي او د غیر عضوي موادو څخه په کیمیاوي خواصو کي خورا زیات توپير
لري.
څرنګه چي کیمیا پوهانو هغه وخت ،یوازي د دغه موادو تجزیوي تعامالت اجراء کوالی شول نو له
همدې کبله برزیلیوس ( )Brezeliusپه ۴۷۱۷م کال کي په دې باور ؤ چي عضوي مواد یوازي په ژوندیو
موجوداتو کي د حیاتي قوې ( ) Vital Forceپه واسطه جوړېږي او په مصنوعي ډول ناممکن دي .یوه آلماني پوه
وهلر ( )Wohlerپه ۴۷۸۷م کي د امونیم سیانیټ څخه چي یو غیر عضوي مرکب دی ،یوریا چي یو عضوي
مرکب دی الس ته راوړ او په دې توګه د حیاتي قوې مفکوره رد شوه.
د وخت په تېرېدلو سره کیمیا پوهانو مختلف عضوي مرکبات جوړ کړل چي په اوسني وخت کي یې
شمېر له اوه پنځوس ( )۷۷میلیونه څخه زیات دی .درمل ،رنګونه ،عطرونه ،ویټامینونه ،هورمونونه ،پروتین،
قندونه ،شحمونه ،الکول ،چاودېدونکي مواد ،ورېښم ،نایلون ،پالستیک ،ربړ او داسي نور د مهمو او ګټورو
عضوي موادو له ډلي څخه شمېرل کېږي.
عضوي کیمیا د عضوي مرکباتو جوړښت ،سنتیز او تعامالت څېړي .د عضوي مرکباتو بنسټیز عناصر
کاربن ،هایدروجن ،اکسېجن ،نایتروجن ،سلفر او فاسفورس دي .دوی اکثره د نباتي او حیواني موادو د تجزیې
څخه جوړېږي چي په دې توګه په خامو نفتو او سکرو کي هم پیدا کېږي.
لکه څرنګه چي عضوي مرکبونه د کاربن او هایدروجن څخه جوړ شوي دي نو له همدې امله ورته
هایدروکاربنونه ویل کېږي.
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
په عضوي مرکبونو کي د اړیکو جوړېدل
د عضوي مرکبونو د ځانګړتیاوو پېژندنه او نوم ایښودنه له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده .د دې
ترکیبونو د پېژندني لپاره د اړیکو پېژندنه بنسټیز رول لري ،نو باید پوه شو چي اړیکه څه ده ،د اړیکو د جوړېدو
المل څه دی او د اړیکو ډولونه کوم دي؟؟ ؟ دې پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره مهمه ګڼو چي د کاربن په
جوړښت او سویو باندي وپوهېږو:
کاربن د 1s22s22p2الکتروني جوړښت لرونکی دی ،د هغه د مرکبونو شمېر ډېر او د اهمیت لرونکي
دي چي د عضوي کېمیا یوه مهمه برخه یې جوړه کړې ده .په 1880م کال کي د 1200په شمېر عضوي مرکبونه
او په 1998کال کي له 20میلیونو څخه زیات عضوي مرکبونه الس ته راوړل شوي دي .په داسي حال کي چي نن
ورځ د دې مرکباتو شمېر 57میلیونو ته رسېدلی دی .په دې نوموړو شمېر د عضوي مرکبونو کي د کاربن
اتومونه د C4+د ایون په بڼه شتون نه لري ،خو په عمومي ډول کوالی شو ووایو چي په دې ټولو مرکبونو کي د
کاربن اتوم د تحریک په حالت دی او الکتروني جوړښت یې 1s22s12p3دی .د کاربن د اتوم د والنسي الکترونو
د انرژۍ د سویو ډیاګرام په ( )1.1شکل کي ښودل شوی دی:
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
په ځینو غیر عضوي مرکبونو کي کوالی شئ چي د کاربن اتوم د C4-په بڼه وګورئ ،د مثال په توګه:
Be2C-4 ،Al4C3-4او داسي نور.
په عمومي ډول د کاربن اتومونه کووالنسي اړیکه لري چي ډېر زیات اوږده زنځیرونه او یا لويي او
کوچنۍ کړۍ یې جوړي کړي دي ،په دې زنځیرونو او یا کړیو کي د کاربن د اتومونو تر منځ یوه ګونې ،دوه ګونې
یا درې ګونې اړیکي لیدل کېږي.
په کيمیاوي تعاملونو کي د کیمیاوي عنصرونو د اتومونو د یو ځای کېدو قوه او د اړیکو شمېر چي یو
اتوم یې جوړوالی شي ،د والنس په نامه یادېږي .نو د کاربن والنس به څو وي؟
کاربن څلور والنسي الکترونونه لري او د Octateحالت د پوره کولو او والنسي قشر د اته الکتروني
کولو لپ اره ،د کاربن اتوم باید خپل څلور والنسي الکترونونه نورو اتومونو او د کاربن د نورو اتومونو سره شریک
کړي ،نو د کاربن والنس څلور دی.
په ټولو عضوي مرکبونو کي د کاربن هر اتوم څلور اشتراکي اړیکي د کاربن د نورو اتومونو یا عنصرونو
د اتومونو ،لکه :هایدروجن ،اوکسېجن ،نایتروجن ،هلوجن او نورو سره جوړوي.
د عنصرونو د دوراني جدول څخه په ګټه اخیستنه د اوکسېجن ،نایتروجن او هلوجن والنس موندل کېږي.
اشتراکي اړیکي هغه رابطې دي چي د دوو اتومونو تر منځ د الکترونو د جوړه ایښودلو په اثر را منځ ته
کېږي ،اشتراکي اړیکي بلل کېږي .کاربن کوالی شي چي د یوې ګوني ،دوه ګوني او درې ګوني اړیکو لرونکی
وي ،چي په الندي توګه روښانه کېږي:
څرنګه چي کاربن په خپل والنسي مدار کي څلور والنسي الکترونونه لري ،نو پر دې بنسټ د خپل
اوکټېټ حالت د پوره کولو لپاره څلورو نورو الکترونونو ته اړتیا لري ،د بېلګي په توګه د ایتان ) (C2H6په
مالیکول کي د کاربن هر اتوم د کاربن د بل یوه اتوم سره او د هایدروجن د درو اتومونو سره اړیکه لري .د کاربن
د یوه اتوم او د هایدروجن د یوه اتوم تر منځ یوه ګونې اړیکه تړل شوې ده چي یو ،یو ګډ الکترونونه د هغوی تر
منځ شتون لري .د زحل سیارې سطحه مایع ایتان جوړه کړې ده.
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
سربېره پر دې د کاربن او نور عنصرونه (نایتروجن ،اوکسېجن او سلفر) کوالی شي د نورو اتومونو سره د
اوکټېټ د قاعدې په پام کي نیولو سره له یوې جوړې الکترونونو څخه زیات ،دوې جوړې الکترونونه (څلور
الکترونونه) سره شریک او دوه ګونې اړیکه جوړوي .د ایتلین د مالیکول په ترکیب کي دوه اتومه کاربن او څلور
اتومه هایدروجن برخه لري چي د کاربن – کاربن د اتومونو تر منځ اړیکه دوه ګونې ده ،هارمون ډوله ایتلین په
ډېرو نباتاتو کي په ځانګړې توګه په رومیانو کي شته چي د پخېدلو په وخت کي هغه آزادوي او د نورو رومیانو د
پخېدلو المل ګرځي ،ځکه نو پر دې بنسټ په کرنه کي د رومیانو د پخېدلو لپاره د ایتلین څخه ګټه اخیستل
کېږي.
همدارنګه د کاربن دوه اتومونه کوالی شي چي درې ګونې اړیکه جوړه کړي او درې جوړې الکترونونه یو
له بل سره شریک کړي ،د بېلګي په توګه :د اسیتلین په مالیکول کي د کاربن د دوو اتومونو تر منځ درې ګونې
اړیکه شتون لري ،د دې مرکب په مالیکول کي د کاربن او د هایدروجن دوه دوه اتومونه برخه لري .د کان
پېژندني په څراغونو کي د کلسیم کاربایډ له ډبري څخه ګټه اخیستله کېږي ،داسي چي په کلسیم کاربایډ باندي
اوبه ور زیاتوي ،د کاربايډ د ډبرو د هایدرولیز په پایله کي اسیتلین تر السه کېږي.
په مرکب کي د شاملو عناصرو د اتومونو د اتومي وزنو مجموعې ته مالیکولي (مولي) وزن وایي او یا
هم د مرکب مجموعي وزن ته مالیکولي وزن وايي .د اوبو مالیکولي وزن ،18g/molکاربن ډای اوکسایډ
،44g/molبوره ،342g/molاوکسېجن 32g/molاو د نایتروجن مالیکولي وزن 28g/molدی.
HCl
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
NaCl
H2SO4
= 98.079
H2SO4 = 98.079
که د یوه مرکب پر مالیکولي وزن باندي د یوه عنصر اتومي وزن و وېشل شي د نوموړي مرکب په یوه
برخه کي د هغه عنصر اندازه په نښه کوي او که الس ته راغلې اندازه په 100برخو کي ضرب شي د اړونده عنصر
مقدار د ذکر شوي مرکب په سلو برخو کي معلوموي چي د فیصدي د ترکیب په نامه یادېږي.
د فیصدي د الس ته راوړلو لپاره د مرکب مالیکولي وزن باید معلوم وي.
مثال :د CaOپه مرکب کي د Caاو Oد عناصرو فیصدي په الندي ډول الس ته راوړو:
لومړی د نوموړي مرکب مالیکولي وزن په الس راوړو وروسته د پورتني فورمول له مخي د کلسیم او اوکسېجن
فیصدي الس ته راوړو.
Na = 2 x 23 = 46
C = 1 x 12 = 12
O = 3 x 16 = 48
Na2CO3 = 106
%Na = = 43.4%
%C= = 11.3%
%O= = 43.5 %
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ساده فورمول Empirical Formula
ساده فورمول د هغه فورمول څخه عبارت دی چي د مرکب د شاملو عناصرو تر منځ نسبت څرګندوي او
د هغه تعیینول داسي دي چي د هر عنصر ورکړل شوې اندازه (په ګرام یا سلنه) د اړونده عنصر پر اتومي وزن
باندي وېشل کېږي تر څو ساده کسري نسبتونه تر السه شي .په دوهم پړاو کي حاصل شوي ساده نسبتونه هر یو
یې پر کوچني ترین عدد باندي وېشو په دې وخت کي تام کوچني عددونه الس ته راځي چي د مرکب د شاملو
عناصرو تر منځ نسبت په نښه کوي .د مثال په توګه :د یوه مرکب له تجزیې څخه ښکاره شوې ده چي 0.036g
کاربن او 0.096gاوکسېجن لري د هغه ساده فورمول معلوم کړئ!
د هغه صحیح فورمول څخه عبارت دی چي د یوه مرکب په یوه مالیکول داللت کوي د مالیکولي
فورمول په نامه یادېږي .او د هغه د تعیینولو لپاره باید الندي ټکي په پام کي ونیول شي:
د مالیکولي فارمول د تعیینولو لپاره د مالیکولي وزن او د ساده فارمول د وزن تر منځ نسبت په دې ډول دی:
=n
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
حاصله نسبت ( )nپه ساده فورمول کي ضربېږي چي په نتېجه کي مالیکولي فورمول تر السه کېږي.
مثال :د یوه مرکب ساده فورمول CH3دی او مالیکولي وزن یې 30دی تاسو یې مالیکولي فارمول تر السه کړئ!
حل:
C = 12 x 1 = 12
تمرین:
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د کیمیاوي تعامل په جریان کي د موادو د الس ته راوړلو په وخت کي چي کوم بدلونونه را منځ ته کېږي
د هغو لنډي شرحي ته کيمیاوي معادله ویل کېږي .په بل عبارت :کیمیاوي معادله د ټولو کمي او کیفي
تغییراتو د لنډي شرحي څخه عبارت ده چي د کیمیاوي تعامل په اجراء کي د کیمیاوي اړیکو او انرژي په اثر
منځ ته راځي.
لکه څرنګه چي په ریاضیکي معادلو کي د مساوات دواړه لوري یو د بل سره برابر او یو شان وي ،په
همدې توګه په کيمیاوي معادله کي هم د شاملو عناصرو د اتومونو شمېر د وکټور په دواړو لورو کي یو د بل
سره یو شان او مساوي وي .د وکټور د پیل او پای څخه د تعامل اولي مواد او د تعامل محصول یو د بل څخه
پېژندل کېږي.
Reactant Products
له همدې کبله په کېمیاوي معادلو کي د ریاضيکي مساوات د عالمې پر ځای د وکټور عالمه استعمالېږي.
په کیمیاوي معادله کي د موادو فزیکي حالت د ( gګاز)( s ،جامد)( l ،مایع) ،او (Aqueous Solution) aq
د مادې د ګاز د حالت د فرار عالمه ده. (اوبلن محلول) سره په نښه کېږي .همدارنګه د رسوب عالمه او
کیمیاوي معادلې په څو طریقو سره وزن کېږي چي د هغو له ډلي څخه مونږ یې ساده او د اوکسدېشن
نمبر طریقې په لنډ ډول سره تر مطالعې الندي نیسو:
10 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
.Bپه دوهم پړاو کي د معادلې په کیڼ لوري کي هغه مرکب په نظر کي نیسو چي د زیاتو اتومونو لرونکی
دی لکه نونان ،او د هغه د اتومونو شمېر د معادلې په ښي لوري کښي د ضریبونو په لیکلو سره پوره
کوو:
C9H20 + O 9CO2 + 10H2O + E
.Cپه درېمه مرحله کي د معادلې په ښۍ خوا کي د اکسېجن د اتومونو شمېر حسابوو ،تر السه شوی عدد د
معادلې په کیڼه خوا کي د اکسېجن د سمبول سره د ضریب په توګه لیکو.
C9H20 +28 O 9CO2 + 10H2O + E اتومي وزن شوې معادله
هغه معادله چي د اتومونو شمېر د وکټور دواړو خواوو ته مساوي وي په داسي حال کي چي د عناصرو
مالیکولي حالت په نظر کي نه وي نیول شوی د اتومي وزن شوي معادلې په نامه یادېږي.
.Dڅرنګه چي د اکسېجن مالیکول په طبیعت کي په آزاد شکل نه بلکې په دوه اتومي بڼه پیدا کېږي ،نو په
څلورمه مرحله کي د معادلې په کیڼه خوا کښي د اکسېجن د سمبول په راسته خوا کي د 2عدد د
ضریب په توګه لیکو او د سمبول د کیڼ لوري ضریب پر نوموړي 2عدد باندي وېشو چي په دې کار سره
د اکسېجن د اتومونو په شمېر کي کوم بدلون نه راځي.
C9H20 +14 O2 9CO2 + 10H2O + E مالیکولي وزن شوې معادله
که د اکسېجن د کیڼ لوري ضریب یو طاق عدد وي نو پر 2باندي په پوره او تام ډول نه وېشل کېږی نو
په هغه صورت کي د معادلې په کیڼ لوري کي د اکسېجن ښي لور ته د 2ضریب تر لیکلو وروسته د معادلې
ټولي خواوي په 2عدد کي ضربوو او د وکټور ټولي خواوي دوه چنده کېږي.
د مثال په ډول:
په دې طریقه کي د معادلې په دواړو خواوو کي هغه اتومونه په نظر کي نیول کېږي چي د هغوی د
اوکسدېشن په نمبرونو کي توپیر راغلی وي او د معادلې په چپ لوري کښي د هغوی سمبولونه لیکل کېږي.
11 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
که د ور کړل شویو او اخیستل شویو الکترونونو شمېر یو د بل سره مساوي نه وي نو په دې صورت کي
د ور کړل شویو الکترونو تعداد د اخیستونکو الکترونو د اتومونو په سمبولونو کي ضربېږي او د اخیستل شویو
الکترونو تع داد د هغو اتومونو په سمبولونو کي ضربېږي چي الکترونونه ورکوي او په دې ترتیب سره د ورکړل
شویو او اخیستل شویو الکترونو شمېر سره برابرېږي .په بل عبارت :د اوکسدېشن ټول نمبرونه په صفر سره
مساوي کېږي او معادله توازن شوه.
مثال:
ساده څو اټومي ایون هغه چارچ لرونکي ذرې ته ویل کېږي چي د اټومونو شمېر یې تر یوه زیات وي او
اټومونه یې په خپل منځ کي کووالنسي اړیکي لري.
12 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
13 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
کوم چي د کاربن د مرکباتو د،د اتومونو ګروپ او یا د کاربن – کاربن د اړیکو ډول دی
زنځیر د جوړولو وړتیا لري او په دې سره د هغوی په خواصو او ځانګړتیاوو کي توپیر را منځ ته
.کېږي
Name Formula
Acetal
Acid Halide
Alcohol R – OH
Aldehyde
Aldoxime
Alkene
Alkyne
14 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
Allene
Amide
Amine
Azide
Aziridine
Azo
Benzyl
Borate
15 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
Boronic Acid
Carbamate
Carbamide (Urea)
Carbodimide
Carboxylic Acid
Disulfide
Enamine
Epoxide
16 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
Ester
Ether
Haloalkane R–X
Hemiacetal
Hydrazone
Hydroxyl Amine
Imine
Isocyanate
Isothiocyanate
17 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
Ketene
Ketone
Ketoxime
N – Oxide
Nitrile
Nitro
Nitroso
Organoborane
Peroxide
18 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
Phenyl
Phosphate
Phosphine
Phosphine Oxide
Phosphinite
Phosphite Ester
Phosphodiester
Phosphonite
19 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
Pyrrolidine
Sulfo R – SO3H
Sulfonamide
Sulfone
Sulfoxide
Thioamide
Thiol (Mercaptan)
Thione
Tioether (Sulfide)
20 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
دوهم څپرکی
عضوي مرکبونه هغه دي چي د هغوی بنسټیز جوړوونکي عناصر کاربن او هایدروجن دي او په
مشتقاتو کي یې د عناصرو د دوراني جدول نور زیات عنصرونه شامل دي ،لکه،CHCl3 ،CH3OH ،CH4 :
CH3NH2او داسي نور.
عضوي مرکبونه چي شمېر یې له شلو میلیونو څخه زیات دی ،د کاربني زنځیري جوړښت (کاربني
اسکلیټ) او یا وظیفو ي ګروپونو د شتون پر بنسټ ډلبندي کېږي ،د کاربن د اتومونو د اړیکو ډول یو د بل سره
هم د عضوي مرکبونو په طبقه بندۍ کي بنسټیز رول لري .د کاربني اسکلیټ د جوړښت په پام کي نیولو سره
عضوي مرکبونه په دوو ډولو وېشل شوي دي چي د زنځيري اسکلیټ ) (Acyclicاو کړییز ) (Cyclicمرکبونه دي.
ټول عضوي مرکبونه کېدای شي چي د پورتنیو نوموړو هایدروکاربنونو مشتقات ومنل شي ،ځکه دا
عضوي مشتقات د هایدروکاربنونو د یو او یا د څو هایدروجنو د اتومونو له تعویض څخه د وظیفه یي ګروپونو
په واسطه الس ته راځي.
21 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
.1غیر عضوي مرکبونه Cنه لري او که یې لري .1ټول عضوي مرکبونه د کاربن او هایدروجن
نو د کاربونیټ او یا اوکسایډ په شکل وي .او څخه جوړ شوي دي او ځیني یې هم په خپل
د دوراني جدول ټول عناصر پکښي برخه لري. ځان کي N, O, S, Pاو هلوجنونه هم لري.
.2د غیر عضوي مرکبونو شمېر لږ دی. .2د عضوي مرکبونو شمېر میلیونونه دی.
.5اکثره اړیکي یې ایوني دي. .5د اتومونو تر منځ اړیکي اشتراکي دي.
.4په آسانۍ سره نه سوځي او د ځینو تعاملونو .4په آسانۍ سره سوځي.
په وخت کي زیاتي تودوخي ته اړتیا لري.
.3اکثره کېمیاوي تعامالت یې چټک دي.
.3زیاتره کیمیاوي تعامالت یې بطي او ورو دي
او ډېر وخت حرارت او یا کټلیسټ ته اړتیا
پیدا کوي.
.6اکثره یې په اوبو کي نه حلېږي.
.6په آسانۍ په اوبو کي حلېږي.
.7غیر الکترولیت دي او برېښنا نه تېروي
.7الکترولیت او د برېښنا هادي دي.
.8د بکټریا په مرسته ورستېږي او تجزیه کېږي.
.8غیر عضوي مواد د بکټریا په واسطه نه
ورستېږي او نه هم تجزیه کېږي.
.9لوی مالیکولي وزنونه لري.
.9لږ مالیکولي وزنونه لري.
.11د ایزومیرۍ او پولي ميرۍ ځانګړتیا لري.
.11د ایزومیرۍ او پولي میرۍ خاصیت نه لري.
) (3.1جدول :د عضوي او غیر عضوي مرکبونو تر منځ توپیر ښیي.
22 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
هایدروکاربنونه)Hydrocarbons( :
ساده عضوي مرکبات یوازي د کاربن او هایدروجن له اتومونو څخه جوړ شوي دي .دغه مرکبات د
کيمیاوي ځانګړتیاوو له مخي په درو ګروپونو وېشل کېږي:
هایدروکاربنونه
اروماتیک الیفاتیک
هایدروکاربنونه هایدروکاربنونه
23 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
نوم ایښودنه
هغه الیفاتیکي مرکبات چي د کاربن شمېر یې پنځه او یا د هغه څخه زیات وي ،نوم یې د التیني
اعدادو څخه اخیستل کېږي .لکه:
که چېري د الکان په مرکباتو کي د هایدروجن یو اتوم کم شي نو دغه ګروپ د الکایل Alkylپه نوم یادېږي د
مثال په توګه:
که د میتان څخه د هایدروجن دوه اتومه کم شي نو دغه ګروپ ( )-CH2-د میتیلن Methyleneپه نوم یادېږي.
Cl – CH2 – Cl لکهMethylenchloride :
24 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
2.2جدول :د الکانونو نومونه ،مجموعي فورمول ،د ویلي کېدو او ایشېدو ټکي:
عضوي مرکبات د (International Union of Pure and Applied Chemistry) IUPACد نوم
ایښودني (نامګذاري) پر اساس نومول کېږي لیکن د ځینو ډېرو مشهورو مرکباتو لپاره د IUPACد نوم تر څنګ
پخواني مروج او معمول نومونه هم جواز لري .د نوم ایښودني په معمولي سیستم کي د الکانونو مختلف
ساختماني ایزومیرونه د هغه د نوم څخه د مخه د iso ،nاو neoمختاړي (پېشوند( په کېښودلو سره توپیر
کېږي .په n – Alkaneکي د کاربن اتومونه یو مستقیم زنځیر او په iso – Alkaneکي منشعب زنځیري
جوړښت لري.
25 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
Neo – Alkaneهغه الکانونه دي چي د زنځیري جوړښت په پای کي درې د میتایل ګروپونه ولري د مثال په
توګه:
که چېري په مشبوع هایدروکاربنونو کي د کاربن په اتوم کي د الکایل یو ګروپ نصب وي ،نو دغه
کاربن د اولي کاربن ) (Primary Carbonاو که د الکایل دوه ګروپونه نصب وي د دوهمي کاربن (Secondary
) Carbonاو که د الکایل درې ګروپونه نصب وي د درېمي کاربن ) (Tertiary Carbonپه نوم یادېږي.
د IUPACد نوم ایښودني په سیستم کي اصلي بنسټ نارمل هایدروکاربنونه ) (n – Alkaneجوړوي .د
دې څخه پرته نور هایدروکاربنونه او د هغې مشتقات په سیستماتیکي ډول د الندي آساسي قاعدو له مخي
نومول کېږي.
26 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
.1لومړی باید هغه اوږد زنځیر پیدا شي چي په هغه باندي د ټولو نه زیات فعال ګروپونه نصب وي .د مثال
په توګه الندي ساختماني فورمول په نظر کي نیسو:
په دغه ساختماني فورمول کي اوږد زنځیر د کاربن اته اتومونه لري یعني Octaneدی.
.2د دغه اوږد زنځیر د کاربن اتومونه باید د هغه سر نه وشمېرل شي تر څو د کاربن هغه اتومونه چي زیاتي
معوضې ) (Substitutesلري کوچنی عدد واخلي.
د کاربن هغه اتوم چي زیاتي معوضې لري درېم ک اربن دی او نه شپږم ،نو له همدې کبله د کاربن د زنځیر
شمېرنه د ښۍ خوانه شروع شوه.
.5معوضې باید ونومول شي او د هغې موقعیت د کاربن د اتومونو په زنځیر کي تعیین شي.
.4د مرکب نوم باید داسي ولیکل شي چي په هغه کي معوضې ) (Substituteد Alphabetپه شکل
ترتیب شوی وي.
.3که یوه معوضه په یوه الکان کي څو ځلي موجوده وي نو دغه معوضه د di, tri, tetra, penta,
hexa….په شکل ښودل کېږي او چپي خواته یې په هغه کاربن باندي دغه معوضې نصب دي د مثال په
توګه:
27 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ساختماني ایزومیري :هغه مرکبات چي یو شان مجموعي فورمول لري لېکن بېالبېل جوړښتونه ولري
ایزومیر بلل کېږي د مثال په توګه بیوتان ) (Butaneچي مجموعي فورمول یې C4H10دی ،دوه ساختمانونه
اختیاروالی شي چي یو یې عادي ) (n = normalاو بل یې مساوي ) (iso = isobuteneدی .په n – butaneکي
د کاربن اتومونه یو په بل پسې د زنځیر د کړیو په شان تړلي دي اما isobuteneیو منشعب جوړښت لري.
د یوه مالیکول ایزومیر د دوی د مختلفو ساختمانو له کبله مختلف کیمیاوي او فزیکي خواص لري .پنتان درې
ساختماني ایزومیر لري.
28 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
هر څومره چي د کاربن اتومو شمېر زیاتېږي په همغه اندازه د ایزومیرو تعداد هم زیاتېږي.
.1د الکین د کټلیسټي هایدروجنېشن څخه :غیر مشبوع هایدروکاربنونه ) (Alkeneد فلزي کټلیسټ په
موجودیت کي هایدروجن په خپله دوه ګونې اړیکه نصب کوي او مشبوع هایدروکاربنونه )(Alkane
حاصلېږي .څرنګه چي الکین د مختلفو طریقو په واسطه په آسانۍ سره الس ته راوړل کېږي ،نو له
همدې کبله د الکانو د استحصال دغه طریقه ډېره مهمه شمېرل کېږي.
د الکان هلوجنید څخه په مختلفو طریقو الس ته راځي چي په الندي ډول تشریح کېږي.
.2د ګریګنارډ د مرکباتو د هایدرولیز څخه :د ګریګنارډ ) (Grignardمرکب د الکایل هلوجنید او
مګنیزیم د تعامل څخه الس ته راځي .د ګرینارډ په معیار کي د کاربن او مګنیزیم اړیکه (رابطه) ډېره
29 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
فعاله ده او د اوبو په واسطه په آسانۍ جدا کېږي ،پروتون په کاربن کي چي منفي چارچ لري او
هایدروکساید ایون په مګنیزیم باندي چي مثبت چارچ لري نصب کېږي.
د مثال په ډول:
مثال:
)(LiAlH4 .4د الکایل هلوجنید ارجاع د فلزاتو د هایدرید په واسطه :د لیتیم الومینیم هایدرید
Lithiumaluminiumhydrideاو یا سودیم بور هایدرید (NaBH4) Natriumborhydrideد ارجاع
په واسطه الکایل هلوجنید په الکان باندي بدلېږي.
30 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د مثال په ډول:
د الکانو لومړي څلور مرکبات لکه میتان ،ایتان ،پروپان او بیوتان د تودوخي په عادي درجه کي د ګاز،
د (C7H16) n – Heptaneڅخه تر (C17H36) n – Heptadecaneپوري مایع او د هغه څخه لوړ الکان د جامد په
حالت پیدا کېږي .مایع الکان د بنزین بوی لري ،مګر ګازي او جامد الکان بوی نه لري .څرنګه چي الکان یو غیر
قطبي ) (unipolarجوړښت لري ،نو له همدې کبله په غیر قطبي او یا ډېرو ضعیفو محللو لکه ایتر ،کلوروفارم،
تتراکلورو میتان او بنزین کي په ښه توګه حلېږي .لیکن په قوي قطبي محللو لکه اوبه او یا ډای میتایل
سلفواوکساید کي د الکانو د حلېدلو وړتیا ډېره کمه ده.
د الکانونو د غیر قطبي مالیکولونو تر منځ د واندروال ) (Van-Der-Waalsضعیفه قوه شته چي
مالیکولونه د مایع او جامد په حالت کي سره نږدې او یو ځای وي .څرنګه چي د واندروال قواوي د الکان د
مالیکولو د بهرنۍ سطحي په زیاتېدو سره قوي کېږي نو له همدې کبله ،کله چي د الکان په مالیکول کي د
CH2یو ګروپ اضافه شي د هغه الکان د ایشېدو ټکی هم لوړېږي.
منشعب الکان د n – Alkaneپه شان یو منظم جوړښت نه لري او د مالیکول بهرنۍ سطحه یې د – n
Alkaneپه پرتله کمه ده چي له همدې سببه د مالیکولونو تر منځ د واندروال قواوي ضعیفي وي او د منشعب
الکان د n – Alkaneپه پرتله د تودوخي په ټیټه درجه کي ایشېږي.
31 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
– 3.2جدول :د ځینو الکانو مالیکولي وزن ،د ویلي کېدو او جوش ټکي
د پورتني جدول څخه په ښه توګه څرګندېږي چي د منشعبو الکانونو د ایشېدو ټکي د نارمل الکانو په
پرتله ټیټ دي .د مثال په توګه Pentaneپه 36.1 OCکي او Neopentaneپه 9.5 OCکي په جوش راځي .د
الکانو ګازونه د ځمکني ګازونو اصلي برخه جوړوي .دغه ګازونه په فوالدي بوتلو کي ځای پر ځای کېږي .او له
هغه څخه د سوځولو لپاره ګټه اخیستل کېږي.
د میتان د حرارتي تجزیې ) (pyrolyseڅخه د یوه زیات مقدار هایدروجن په موجودیت کي د CVD
طریقې ) (Chemical Vapor Depositionله مخي الماس ) (Diamondالس ته راځي .په تخنیک کي د ميتان
څخه د تودوخي په نږدې 1800 OCاو نیکل په موجودیت کي د بخار په واسطه هایدروجن او کاربن مونو
اوکساید حاصلېږي.
د میتان د حرارتي تجزیې څخه کاربن منځ ته راځي چي د اوبو د ارجاع سبب ګرځي.
32 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
الکان د ډېرو نورو مرکباتو په پرتله چي فعالي معوضې لري ثابت دي او د ډېرو معیارونو سره په تعامل
کي نه داخلېږي.
د غیر مشبوع الکانو ) (Alkyne, Alkeneپر خالف ،مشبوع الکان حتا په ډېره لوړه تودوخه کي هم د غلیظو
فلزي تېزابو ،قلوي ،د تحمض او ارجاع کوونکو موادو سره تعامل نه کوي .د الکانو هلوجنېشن د راډیکالي
تعویضي تعامالتو په نتېجه کي او د الکانو تحمض د سوځولو په واسطه د الکانو د مهمو تعامالتو څخه شمېرل
کېږي.
الکان په تیاره کي او په عادي تودوخه کي د هلوجن د فعالو مالیکولونو سره لکه کلورین او برومین
سره تعامل نه کوي ،لېکن که د الکانو او هلوجن مخلوط ته د لمر وړانګي ور تېري شي ،یا د 300 OCڅخه
زیاته تودوخه ورکړل شي او یا د پر اوکساید سره یو ځای شي نو تعویضي تعامالت (Substitutions
) Reactionsاجراء کېږي چي د هغې په پایله کي الکایل هلوجنید او (X = Cl, Br) HXحاصلېږي.
که په دې تعامل کي د مول د اندازې څخه زیات په کافي اندازه هلوجن موجود وي نو د الکانو ټول
هایدروجنونه په هلوجن عوض کېږي او په دې ترتیب مهم محللونه الس ته راځي .د میتان او کلورین د تعامل
څخه مختلف محللونه لکه میتایل کلوراید (کلورومیتان) ،میتلین کلوراید (ډای کلورومیتان) کلوروفارم (ترای
کلورومیتان) او کاربن تیترا کلوراید (تیترا کلورومیتان) حاصلېږي.
33 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
راډیکالي تعویضي تعامالت ):(Radical Substitution Reactions
راډیکالونه هغه اتومونه ،مالیکولونه او یا ایونونه دي چي طاق الکترونونه ولري او د اتومي اړیکي
( )Bondsد مساویانه ماتولو ) (Hemolyticپه نتیجه کي د تودوخي او یا د نور د وړانګو په واسطه جوړوي.
د الکانو یو ځانګړی تعامل راډیکالي تعویضي تعامل دی چي د هغه مېخانیکیت په الندي ډول ښودل کېږي:
د میتان او کلورین د راډیکالي تعویضي تعامل مېخانیکیت :د میتان او کلورین مالیکولونه د ګاز
په حالت کي تعامل کوي او د تعامل په څو مرحلو کي چي منځني ډېر کم عمره راډیکالونه جوړېږي ،اجراء
کېږي.
دغه تعامل د نورو راډیکالي تعامالتو په شان په درو مرحلو کي تر سره کېږي:
.1د تعامل پیل ) :(Chain initiationد کلورین یو مالیکول د نور وړانګي ) (Photolyticاو یا د تودوخي
) (thermicپه واسطه د کلورین په دوو اتومو باندي جدا کېږي .دغه د کلورین راډيکالونه ډېر فعال دي
او د پرمختګ سبب ګرځي.
لومړۍ مرحله :د کلورین یو اتوم د میتان د یوه مالیکول سره تعامل کوي یو مالیکول HClاو یو د میتان
راډیکال جوړېږي.
34 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
دوهمه مرحله :د میتایل راډیکال د یوه مالیکول کلورین سره تعامل کوي د هغه د تعامل څخه میتایل کلورایډ
او یو نوی کلورین اتوم (راډیکال) منځ ته راځي.
د کلورین راډیکال چي په دوهمه مرحه کي جوړ شو د لومړۍ مرحلې په شان د میتان د یوه مالیکول سره
تعامل کوي او د هغه څخه د میتایل راډیکال حاصلېږي ،د میتایل راډیکال د دوهمي مرحلې په شان د کلورین
د مالیکول سره یو ځای کېږي او زنځیري تعامل په دې شکل منځ ته راځي .دلته لیدل کېږي چي یوازي د یوه
مالیکول کلورین د اتومي اړیکي په ماتولو سره چي د کلورین راډیکالونه ترې جوړېږي حتا د 1000مالیکولو
څخه زیات CH3Clحاصلېدای شي.
.5د زنځیري تعامل ختمېدل :(Chain termination) :د راډیکالي تعامالتو په دې مرحله کي راډیکالونه
له منځه ځي نو له همدې کبله زنځیري تعامالت ختمېږي .راډیکالونه د الندي تعامالتو په پایله کي له
منځه ځي او د راډیکالو دوهم ځلي یو ځای کېدل تر سره کېږي.
.4د دوو الکایل راډیکالو : Disproportionد مثال په توګه د دوو ایتایل راډیکالو څخه یو مالیکول
ایتان او یو مالیکول ایتلین حاصلېږي.
C2H5 + C2H5 C2H6 + C2H4
.3د الکانو تحمض ) (Oxidationد اوکسېجن په مرسته :د عضوي مرکباتو د ډېرو مغلقو تعامالتو څخه
یو هم د هغوی سوځول دي چي انرژي ترې الس ته راځي .په لمبه کي الکان د هوا د اوکسېجن سره
سوځي ،کاربن ډای اوکسایډ او اوبه ترې حاصلېږي .د دې تعامل څخه ډېره تودوخه هم آزادېږي.
دغه تعامل یو اکزوترم تعامل ) (Exothermic Reactionدی .نوموړی تعامل هغه پېښه ده چي سیستم
عالمه هم منفي ده .که یو انرژي ورکړي .یعني د تعامل په بهیر کي انرژي آزاده شي .نو له همدې کبله د
سیستم انرژي و اخلي یعني د یوه تعامل د اجراء لپاره تودوخه ورکړل شي دغه تعامل د اندوترم تعامل
عالمه مثبته وي .که د تحمض عملیه مکمله نه وي نو په ) (Endothermic Reactionپه نوم یادېږي او د
35 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
دې حالت کي د میتان د کنترول شوي تحمض څخه اسیتلین ،هایدروجن او کاربن مونو اوکساید حاصلېږي او
دغه تعامل د نامکمل (قسمي) تحمض ) (Partial Oxidationپه نوم یادېږي.
خود بخودي یا خپل سري تحمض ) :(Autoxidationعضوي مرکبات نه یوازي د سوځولو په واسطه د هوا د
اوکسېجن سره تعامل کوي بلکې دوی په عادي تودوخه کي هم د هوا دا اوکسېجن په واسطه په ورو ورو تحمض
کېږي .د تحمض داسي جریان چي په هغه کي کټلیسټ نه استعمالېږي د خپل سري تحمض ) (Autoxidationپه
نامه یادېږي .غیر فعال n – Alkaneپه عادي تودوخه کي په ډېره لږه اندازه تحمض کېږي چي حتا د هغه اندازه
کول د امکان څخه لی ري وي ،لیکن منشعب الکان په ځانګړې توګه چي درېمي کاربن )(Tertiary Carbon
ولري د یوه کټلیسټ په موجودیت کي او یا د تودوخي په لوړه درجه کي تعامل کوالی شي چي د هغې د تعامل
څخه ډېر فعال او غیر ثابت الکایل هایدرو پر اوکسایډ جوړېږي چي په صنعت کي د هغه څخه د فینول او
اسیتون د استحصال لپاره کار اخیستل کېږي.
36 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
الیسایکلیک مرکبات هغه کړییز سیستمونه دي چي یوازي د کاربن اتومونه د حلقې په جوړښت کي
برخه لري .دا چي حلقوي سیستمونه مشبوع او یا یوه برخه یې غیر مشبوع ده .په سایکلو الکان
) (Cycloalkaneاو سایکلو الکین ) (Cycloalkeneوېشل کېږي .څرنګه چي دواړي سلسلې مرکبات په خپلو
کیمیاوي او فزیکي ځانګړتیاوو او کیمیاوي فعالیت کي خپلو اړوندو الیفاتیکي مرکباتو ته ورته دي ،نو له
همدې کبله د الیسایکلیک مرکباتو په نوم یادېږي.
کړییز مرکبات په الیفاتیکي حلقوي او اروماتیکي هایدروکاربنو توپیر کېږي .الیفاتیکي کړییز
مرکبات په الندي درو ګروپونو وېشل کېږي:
سایکلو الکان مشبوع هایدروکاربنونه دي چي د کاربن اتومونه د کړۍ په څېر سره تړلي وي او
مجموعي فورمول یې CnH2nدی .د سایکلو الکان نومونه د هغه اړوند زنځیري الکان څخه اخیستل کېږي او د
نوم د مخه یې د سایکلو ) (Cycloمختاړی لیکل کېږي .د ساده کړییزو الکانو نومونه په الندي ډول دي:
37 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د سایکلو الکان له ډلي څخه پنځه او شپږ ضلعي کړۍ ثابتي دي چي له همدې سببه په آسانۍ سره په
طبیعي موادو کي جوړېږي .د سایکلو الکان درې او څلور ضلعي کړۍ په مصنوعي ډول استحصالېږي چي ډېري
فعالي دي او زیاتره یې غیر ثابتي دي.
38 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د ( )4,2جدول :د ځینو سایکلو الکانو مجموعي فورمول ،نوم او فزیکي ځانګړتیا
سایکلو الکان د کړۍ د کاربن اتومونو د شمېر له مخي په الندي ګروپونو وېشل کېږي.
.1کوچنۍ کړۍ :3 – 4د 3څخه تر 4پوري د کاربن اتومونه لري.
.2عادي (نارمل) کړۍ :5 – 7د 5څخه تر 7پوري د کاربن اتومونه لري.
.5منځنۍ کړۍ :8 – 12د 8څخه تر 12پوري د کاربن اتومونه لري.
.4غټي کړۍ :12 - …..د 12څخه زیات د کاربن اتومونه لري.
د n – Alkaneدرې ضلعي سطحي جوړښت لري او د کاربن اتومونه په یوه متساوي االضالع مثلث په
شکل ځای لري او د دوی د اړیکو زاویه O60درجې ده.
د سایکلو پروپان استحصال :فرویند Freundپه کال ۴۷۷۸م کي سایکلو پروپان د – 3.1ډای هلوجن الکان او
سودیم څخه ) (International Wurtz – Syntheseاو Gustavsonپه 1887م کي د جست سره استحصال
کړ ،د مثال په توګه سایکلو پروپان په ښه توګه د 1 – Brom – 3 – Chlor – Propaneاو د جست د کوچنیو
ذراتو د تعامل څخه الس ته راوړل کېږي.
– 1بروم – – 3کلورو پروپان د الیل کلورایډ او هایدروجن بروماید د جمعي تعامل څخه د پر اوکسایډ په
موجودیت کي حاصلېږي.
39 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د الیفاتیکي ډای ازو مرکباتو او د C = Cدوه ګونو اړیکو د ترکیبي تعامل څخه:
سایکلو پروپان یو ګاز دی چي د اېشېدو ټکی یې – 33 OCدی او د قوي بې هوښه کوونکو موادو په
توګه استعمالېږي .په کیمیاوي ځانګړتیاوو کي ډېر زیات ایتلین ته ورته دی ،د مثال په توګه د سایکلو پروپان
غیر ثابته کړۍ د ټینګو (غلیظو) ګوګړو تېزابو ،هایدروجن بروماید یا برومین او همدارنګه د کټلیسټي
هایدروجنېشن په واسطه ماتېږي او زنځیري مرکبات حاصلېږي.
40 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
درېم څپرکی
د کاربن او هایدروجن غیر مشبوع مرکبات چي د C = Cدوه ګونې اړیکه ولري د الکین Alkeneیا
Olefinپه نامه یادېږي .د دې مرکباتو مجموعي فورمول CnH2nدی چي د الکانو په پرتله یې د هایدروجن دوه
اتومه کم دي ،دوې ګوني اړیکي د یوې ګوني اړیکي په پرتله قوي او فعالي دي او کيمیاوي تعامالت په آسانۍ
ورباندي اجراء کېږي.
د Cisاو Transایزومیري :په عمومي ډول د الکینو ساختماني ایزومیري هغه وخت منځ ته راځي چي
د دوه ګوني اړیکي د کاربن اتومونه بېالبېلي معوضې ولري .که چېري معوضې د دوه ګوني اړیکي په یوه طرف
واقع وي د ) (Zاو یا Cisاو که معوضې دواړو خواوو ته واقع وي د ) (Eاو یا Transپه نوم یادېږي.
نوم ایښودنه
د نوم اېښودني عمومي قاعده :د IUPACد نوم اېښودني د سیستم پر بنسټ الکین په الندي ډول نومول کېږي:
لومړی باید د کاربن او هایدروجن د اتومونو هغه اوږد زنځیر چي دوه ګونې اړیکه لري نښاني شي .دغه
اوږد زنځیر باید د هغې خوا نه وشمېرل شي چي هغې خوا ته دوه ګونې اړیکه نږدې واقع ده .دغه اوږد زنځیر د
41 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
الکانو په څېر نومول کېږي یوازي په دومره توپیر چي د نوم په پای کي د aneپر ځای eneراځي او د دوه ګوني
اړیکي موقعیت د کوچني عدد په آساس تعیینېږي .د مثال په توګه:
که یو الکین یوه دوه ګونې اړیکه ولري د Monoolefinاو که دوې دوه ګوني اړیکي ولري د Dienاو
که څو دوه ګوني اړیکي ولري د ( Polyeneد مثال په توګه )Triene, Tetraeneپه نامه یادېږي.
په کړییزو الکینو کي باید د ) (Cycloمختاړی د هغوی د اړوند زنځیري الکین د نوم مخې ته ولیکل شي.
42 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ځانګړتیاوي:
الکین په فزیکي خواصو کي خپلو اړوندو الکانو ته ډېر ورته والی لري د مثال په توګه که د الکینو او
الکانو مالیکولي کتلې نږدې یو شان وي نو د ایشېدو ټکي یې سره نږدې وي لکه چي په الندي شکل کي په ښه
توګه معلومېږي .د الکینو کوچني مالیکولونه په عادي تودوخه کي د ګاز حالت لري .هغه الکین چي د کاربن د
اتو مو شمېر یې پنځه او یا زیات وي مایعات دي .د الکینو د ایزومیرو د ایشېدو ټکي ډېر سره نږدې او ورته
دي ،له همدې کبله د دوی مخلوط یوازي د تدریجي تقطیر په واسطه د یوه آغېزمن Colonسره جال کېدای شي.
43 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د الکینو د ویلي کېدو او جوش ټکي او انحاللیت الکانونو ته ورته او ډېر سره نږدې دي.
.1د الکانو د حرارتي تجزیې څخه ) :(Pyrolyseپه صنعت کي کوچني الکین د الکانو د تجزیې
څخه الس ته راوړي او دا طریقه د Cracking Splitsپه نامه یادېږي .الکان په لوړه تودوخه ( – 450
)500 OCاو د کټلسټ ( Al2O3, SiO2او یا )Cr2O3په موجودیت کي په الکین بدلېږي چي البته
لومړی منځنی آزاد راډیکال جوړېږي.
44 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
همدارنګه که الکولو ته د قوي تېزابو لکه د ګوګړو تېزاب ،فوسفوریک اسید او یا پارا تولوین سلفونیک
اسید په موجودیت کي تودوخه ورکړل شي نو د الکولو د مالیکول څخه اوبه خارجېږي او الکین حاصلېږي .د
تعامل سرعت د اولي الکولو ) (Primaryڅخه د درېمي ) (Tertiaryالکولو په طرف زیاتېږي د مثال په توګه:
45 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ډاینونه )(Dienes
هغه هایدروکاربنونه چي دوې دوه ګوني اړيکي ولري د ډاین ) (Dieneپه نوم یادېږي .ډاین په دوو
بېالبېلو ګروپونو وېشل کېږي:
دا چي په یوه خطي ،منشعب او یا کړییز هایدروکاربن کي څومره دوه ګوني اړیکي موجودي دي د Diene,
Triene, Titraene, Pentaeneاو داسي نورو په نومونو یادېږي.
کومولېټیډ او ایزولېټیډ دوه ګوني اړیکي په خپلو فزیکي او کیمیاوي ځانګړتیاوو کي معمولي الکینو ته ورته
دي ،لېکن د دې پر خالف کنجوګېټیډ دوه ګوني اړیکي د خپل ثبات او فعالیت له کبله د نورو غیر مشبوع
مرکباتو څخه توپیر کېږي.
ډای اولیفین ) 1, 5 – Hexaien :(Diolefinesد ډای اولیفین یو ښه مثال دی چي په هغه کي ایزولېټیډ دوه
ګوني اړیکي وجود لري .دغه مرکب Wartz Syntheseته په ورته تعامل کي د Allylchlorideاو مګنېزیم څخه
الس ته راوړل کېږي.
46 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
نوم ایښودنه او ځانګړتیاوي
ډاینونه هغه مرکبات دي چي په هغوی کي دوې دوه ګوني اړیکي موجودي وي ،دغه دوې دوه ګوني
اړیکي کېدای شي څنګ پر څنګ ،کنجوګېټيډ او یا د یوې او بلي څخه لیري واقع وي .په یوه مرکب کي د
دواړو دوه ګونو اړیکو موقعیت د کاربن اتومو د شمېر له مخي تعیینېږي او د مرکب د نوم د مخه لیکل کېږي.
درې مهم ډاینونه په الندي ډول دي:
47 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
څلورم څپرکی
الکاینونه )(Alkynes
د دې فصل مهم موضوعات په الندي ډول دي:
الکاینونه )(Alkynes
ولري الکاین نومېږي او مجموعي فورمول غیر مشبوع هایدروکاربنونه چي درې ګونې اړیکه
درې ګونې اړیکه د C = Cدوه ګونې او د C – Cیوه ګونې اړیکي په پرتله ډېره یي CnH2n – 2دی .د
لنډه ده ،دا ځکه چي د کاربن د اتومونو درې ګوني اړیکي د شپږو رابطوي الکترونو په واسطه سره محکم تړل
شوي دي.
ساده الکاین د یوه قدیمي سیستم پر اساس چي تر اوسه هم مروج دی د اسیتلین د مشتقاتو په څېر
نومول کېږي د مثال په توګه:
د IUPACد قاعدې په اساس د دوی سیستماتیک نومونه د Alkeneڅخه مشتق کېږي چي د ) (eneوروستاړی
په yneعوض کېږي .د الکاین ځیني مرکبات په الندي ډول دي:
48 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
استیلین:
استیلین یو ساده مرکب دی چي یوه درې ګونې اړیکه لري او د H – C – Cد اړیکو زاویه O180ده.
سوچه استیلین بې رنګه ،بې هوښه کوونکی ګاز دی چي د سوځېدو په وخت کي یې د لمبې رنګ
روښانه دی .د ایتان او ایتلین پر خالف اسیت لین په اوبو کي په کمه اندازه لېکن په اسیتون کي په آسانۍ سره
حلېږي .استیلین یو غیر ثابت ګاز دی.
49 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
مایع اسیتلین د تودوخي او یا ټکان په واسطه شدید انفالق کوي .د هوا او استیلین ) (3% - 70%مخلوط فوق
العاده چاودېدونکي خواص لري .د ځینو الکاینو د ایشېدو او ویلي کېدو ټکي په الندي ډول دي:
د استیلین تېزابي خواص د ومره ضعیف دي چي په اوبلن محلول کي د هغې تېزابیت نه څرګندېږي .د مایع
امونیا په موجودیت کي د اسیتلین هایدروجن په یوه فلز باندي عوض کېدالی شي.
د اسیتلین او ایتایل مګنېزیم برومایډ څخه د اسیتلین د ګرینارډ مرکب حاصلېږي .د محلل په توګه د
تیتراهایدروفوران څخه کار اخیستل کېږي.
50 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
استحصال:
په پخوا وختو کي اسیتلین یوازي د کلسیم کاربایډ CaC2د هایدرولیز څخه استحصالېده .کلسیم کاربایډ د
کلسیم اوکسایډ Chalkاو کاربن Cokeڅخه د تودوخي نږدې 2200 OCکي جوړېږي.
د لوړو الکاینو استحصال :لوړ الکاین د هلوجن الکانو د ایلیمینېشن (حذفي تعامل) څخه د قلوي په موجودیت
کي حاصلېږي.
د اسیتلین او د هغه د مشتقاتو فلزي مرکبات د ) Acetylide (Acetylenideاو یا Carbideپه نامه یادېږي.
51 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
پنځم څپرکی
52 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
بنزين او د هغه مشتقات د څو متراکمو شويو بنزيني کړيو څخه جوړ شوي مرکبات لکه نفتالين،
انتراسين او داسي نور او هغه مرکبات چي په کيمياوي خواصو کي بنزين ته ورته دي ،د اروماتيکي مرکباتو له
ډلي څخه شمېرل کېږي .د ارومات نوم د ځينو هغو بنزين مشتقاتو څخه چي د بوټو څخه حاصلېږي او په زړه
پوري (اروما) بوی لري ،اخيستل شوی دی .اروماتيکي مرکبات د خپلو خاصو کيمياوي خواصو او تعامالتو په
واسطه د نورو غير مشبوع مرکباتو څخه توپير کېږي .دغه توپير د بنزين کړۍ د جوړښت له مخي په ښه توګه
توضيح کېدای شي.
53 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
اروماتيکي مرکبات د نورو غير مشبوع مرکباتو په پرتله ډېر ثابت دي او په څلورو ګروپونو وېشل کېږي:
.1د هيوکل ) (Huckelقاعده اساسًا په اولي او دوهمي ګروپونو باندي تطبيق کېږي .د اولي ګروپ د
اروماتو اساس د بنزين کړۍ جوړوي چي یو څو مثالونه يې په الندي ډول دي:
.2د دوهمي ګروپ ارومات سطحي جوړښت لري یعني Cyclopolyeneدي چي د هغوی ترکيبات يو
کړييز جوړښت لري خو دا کړۍ د بنزين د کړۍ سره توپیر لري ځکه دغه کړۍ درې ضلعي ،څلور
ضلعي ......... ،جوړښتونه لري.
54 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
.5په درېمي ګروپ يعني څو کړييزو اروماتو کي د بنزين څو کړۍ په خطي ) (Linearاو يا زاويايي
) (Angularډول سره نښتي وي .د دې ګروپ ډېر ساده نماينده نفتالين دی چي په هغه کي د بنزين
دوې کړۍ سره نښتي (کندينزيرت) دي .د بنزين د درې کړيو د کندينزېشن څخه په خطي ډول
انتراسين او په زاويايي ډول فينانترين جوړېږي .د بنزين په څېر څو کړييز ارومات هم د ميزوميرۍ
جوړښتونه لري ،مګر په دې سرحدي ساختمانونو کي هره کړۍ د ) (Sextettحالت نه شي نيوالی.
يو کړييز سيستم په هغه اندازه زيات ثابت دی ،هر څومره چي د هغې سيستم زياتي کړۍ د
) (Sextettحالت ولري .د دغې له مخي فينانترين د انتراسين په پرتله ثابت دی.
55 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
.4هيترو ارومات يا اروماتيکي هيتروسايکل د مثال په توګه فوران ،پيرول ،تيوفين او د پايريډين
ماليکولونه سطحي جوړښت لري .هيترو اتوم O, Nيا سلفر په کړۍ کي ځای نيسي چي د هغې د
ناپييلي الکترونونو جوړې د ميزوميرۍ په سرحدي فورمول کي برخه اخلي او هيترو اتوم مثبت
چارچ اختياروي لکه :پيرول .د دغه هيترو اروماتونو فزيکي او کيمياوي خواص بنزين ته ډېر ورته
دي.
56 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د بنزین دوې یا څو کړۍ یو د بل سره نښتي دي چي د مختلفو ایزومیریو په شکل وجود لري .دا
ترکیبات په چاپېریال کي په زیاته اندازه د پېچلو مخلوطونو په شکل حضور لري او په یوازي توګه نه لیدل
کېږي .په خالصه توګه بې رنګه جامدات تر سپین او ژیړ رنګ لږ لیدل کېږي او په رنګ ،پالستیک جوړولو ،آفت
وژونکو او د سړکونو په قیر کي کارول کېږي .مهم ډولونه یې نفتالین ،انتراسین ،فاورانتین ،فینانترین...دي.
57 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د څو کړییزو اروماتونو زیاته برخه په محیط کي د سرطان زېږوونکو په حیث موجود دي چي په ټولو
ځایونو کي (اوبو ،هوا او خاوره) کي لیدل کېږي .د زیات مقاومت له مخي د انسان د روغتیا په وړاندي مضر
دي.
نوموړي مرکبات د طبیعي پېښو په نتېجه کي لکه :اور لګېدنه ،د ځنګلونو سوځېدنه ،د اور
غورځوونکو غرونو او همدارنګه په ناقصه توګه د شیانو سوځولو له امله لکه د فوسیلونو سوځول ،په کُرو کي
اور لګېدنه او داسي نورو پېښو په نتېجه کي په الس راځي .خو په چاپېریال کي په پراخه پېمانه تیت دي .په
طبیعت کي یې هم د انساني سرچینو څخه الس ته راوړي .د PAHپه واسطه صنعتي دود کښونه ،د موټرونو
58 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
سلنګسرونه ،کورني ګرم کوونکي ،د موټرو تمځایونه ،قمارخانې ،حمامونه ،نانبایاني او د ښاروالۍ کثافت
دانۍ (زبالې) او داسي نور د هوا تر ټولو ستر ککړ کوونکي دي.
د ژوند د چاپېریال مختلفي برخي لکه اوبه ،خاوره او تنفسي هوا د PAHد بېالبېلو اندازو په واسطه
ککړېږي .دغه ترکیبات په اتوموسفېر کي ممکن 20mg/m3ته ورسېږي .د ذغالي کرو دودکښونه 100mg/m3
او د سګریټ دود 100mg/m3د PAHترکیبات لري.
د ښاري سیمو هوا 10%تر کلیوالو سیمو زیات PAHلري .ځکه نو په ښاري سیمو کي د تنفسي او
سرطاني ناروغیو ناروغان زیات وي چي علت یې د ډېزلي موټرونو زیات والی دی .د دې ډول موټرونو زیاتره
دود د عضوي ترکیباتو لرونکی دی .څو کړییز اروماتونه په خاورو کي په مختلفو ژورو کي موندل کېږي .د کم
59 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
60 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د څو کړییزو اروماتونو د ترکیباتو سره د تماس الري:
لکه څرنګه چي نوموړي مرکبات په چاپېریال کي په بېالبېلو ډولونو موجود دي او ډېر مضر هم دي ،نو
کېدای شي خلک ور سره په کور ،آزاده فضاء او د کار په محل کي تماس پیدا کړي .د دې ترکیباتو سره تماس
ممکن د پوستکي له الري ،د ګرد ،خاورو ،او هوا د استنشاق او د دې ډول موادو په واسطه د ککړو غذاګانو له
الري را منځ ته شي .د سګریټ او لرګیو په دود کي هم دا ترکیبات شته همدارنګه ککړي اوبه ،شیدې ،کباب
شوې غوښه ،ډوډۍ ،سبزیجات ،مېوه جات ،حبوبات ،اوړو او نورو له الري د انسان بدن ته داخلېږي .د غذا
کبابول ،بریاني کول او د اور په دود باندي ککړول هم په غذاګانو کي د PAHاندازه زیاتوي.
61 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
تر ټولو زيات د سګریټ په دود او کباب شوې غوښه کي او همدارنګه ککړه هوا ،د سینګار په سامانونو
او شامپوګانو کي د PAHمقدار زیات دی .نه یوازي له بهر څخه دا خطرات موجود دي بلکې د اوسېدلو په سر
پټو ځایونو کي هم د داخلي منابعو لکه د سګریټ ،ګرم کولو بخارۍ او د پخلي له وسایلو څخه هم خطر موجود
دی او هغه خلک چي 80%یا تر هغه زیات عمر په همداسي ځایونو کي تېروي ،د نوموړو ترکیباتو تر مستقیم
تأثیر الندي راځي .هغه کارګران چي په صنعتي فابریکو کي لکه :د قیر ،نفت استخراج او تصفیه ،د کيمیاوي
موادو تولید کوونکي ،د برېښنا د تولید او انتقال او د رنګ د تولید په برخو کي کار کوي ،د تنفس او پوستکي
د تماس له الري ور سره تماس پیدا کوي.
62 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
پر انسان باندي د څو کړییزو اروماتیک هایدروکابنونو اغېزي:
د نوموړو ترکیباتو سرعت بدن ته د داخلېدلو له اړخه ډېر زیات دی خو د خوراک له الري یو څه ورو دی،
او د ټولو غوړ لرونکو شیانو له الري یې داخلېدل ممکن دي او دا ډول ترکیبات زیاتره په پښتورګو او ځیګر کي
ذخیره کېږي اما کم مقدار یې د ویني په سرو کرویاتو کي هم ځای نیسي.
ددې موادو تأث یرات پر بدن باندي لنډمهاله او اوږدمهاله دي .لنډمهاله یې د سترګو سوزش ،د زړه
تکان کېدای شي او اوږدمهاله یې د نزلې اوبه ،د ځیګر ،پښتورګو او ژیړی ناروغۍ دي .ښه مثال یې د نفتالین
سره دوامداره تماس کېدای شي د پوستکي التهاب را منځ ته کړي په داسي حال کي چي د نفتالین بویول او
استنشاق او خوراک یې د سرو کرویاتو د تخریب سبب ګرځي.
تر ټولو ستر زیان او تأثیر یې بدن ته د سرطان زېږول دي چي په بدن کي د Cytochroma p450انزایم فعالول
دي چي دغه انزایم نوموړي ترکیبات نور هم ژوندي ساتي.
63 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
بنزیـــــنBenzene :
بنزين په 1825م کال کي د ) (Faradyله خوا وپېژندل شو چي مجموعي فورمول يې C6H6دی .الکن تر
ډېره وخته پوري څوک د بنزين په جوړښت نه پوهېدل .يوه الماني کيميا پوه اوګوسټ کيکولي (August
) Kekuleپه 1865م کال کي د بنزين د جوړښت مشکل حل کړ او ويې ويل چي د کاربن د اتومونو زنځير کله کله
د يوې کړۍ په شان تړلی وي .کيکولی د بنزين لپاره الندي ساختماني فورمول پېشنهاد کړ چي په هغه کي د CH
شپږ ګروپونه د درو يوه ګوني C – Cاو د درو دوه ګونو C = Cاړيکو په واسطه د يوه او بل سره تړلي وي .که د
64 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
کاربن شپږ اتومونه د اعدادو په واسطه نښاني کړو نو د بنزين دوه ساختماني فورمولونه چي يو شان دي
حاصلېږي.
د کيکولي د دواړو فورمولونو په واسطه د بنزين په کړۍ کي اړيکي په ښه توګه واضح کېږي ،الکن د
بنزين ځيني خواص او تعامالت د دې فورمولونو په واسطه نه شي تشریح کېدای .د مثال په توګه که د اولي او
دوهمي کاربن هايدروجنونه د يوې معوضې ) (Xپه واسطه عوض شي ،نو د تيوري له مخي بايد دغه دوې
ايزوميرۍ منځ ته راشي چي په يوه کي د اولي او دوهمي کاربنونو تر منځ يوه ګوني او په دوهمي ایزوميرۍ کي
دوه ګونې اړيکه موجوده وي.
په عمل کي دغه دوې ايزوميرۍ نه دي موندل شوي .د دې واقعيت څخه Kekuleداسي پایلي ته ورسېد
چي د بنزين په کړۍ کي اړي کي (رابطې) کوم مشخص ځای نه لري او هرو مرو (حتمي) بايد يوه ګونې او دوه
ګونې اړيکي خپل ځايونه همېشه سره بدل کړي.(Oszillations Theories) .
65 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د اليفاتيکي الکين په تېره بيا د Dienپه څېر چي په ډېره چټکۍ سره کيمياوي تعامالت تر سره کوي،
د بنزين څخه هم سړی د دې انتظار لري چي په کيمیاوي تعامالتو کي بايد په چټکۍ سره برخه واخلي .الکن د
دې پر خالف بنزين ډېر ثابت مرکب دی او د غير مشبوع هايدروکاربنونو په پرتله يې کيمياوي فعاليت ضعيف
دی .د مثال په توګه بنزين د برومين سره د الکين په پرتله په ډېره سستۍ سره جمعي تعامل تر سره کوي .غير
مشبوع مرکبات پوليميرايزېشن کېږي ،مګر بنزين د غير مشبوع مرکباتو دغه مشخصه يي تعامل
(پوليميرايزېشن) نه شي اجراء کوالی.
د بلي خوا د بنزين د ځينو تعامالتو څخه داسي څرګندېږي چي بنزين بايد درې دوه ګوني اړيکي ولري د
مثال په توګه بنزين د اوزون سره ترای اوزونيد جوړوي چي د هایدرواليز او يا د جستو د وړو ذراتو او د سرکي
تېزابو د ارجاع په واسطه Glyoxalپه درو ماليکولونو جدا کېږي.
66 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ځانګړتیاوې:
بنزین بې رنګه مایع ده ،معطر او د ښه بوی لرونکی دی او فرار کوونکې او په سرعت سره بخار
کېدونکې ماده ده او په ژیړ رنګه لمبه د دود سره په اسانۍ سره سوځي .په صنعت کي د نایلون د تولید لپاره
ترې استفاده کېږي .د دې مادې څخه د محلل په توګه او په رنګونو کي هم کارول کېږي.
بنزین د اروماتیک هایدروکاربنونو له کورنۍ څخه دی چي شپږ کاربنونه او شپږ هایدروجنونه لري چي
یو کړییز جوړښت يې را منځ ته کړی دی چي د اسپرین او منفجره مادې (ترای نایترو تولوین) TNTپه ترکیب کي
برخه لري .زهري او سرطاني دی .پخوا یې د سون د مادې په حیث زیات استعمال درلود خو د هغه د منفي اغېزو
او ضررونو د پېژندني وروسته اوس ډېر کم استعمال لري.
دغه ماده د پالستیک ،نایلون ،رنګه موادو ،پاک کوونکو ،آفت وژونکو زهرو .....او داسي نورو موادو
کي موجود دي .د عاملي ګروپ لرونکي کړۍ یې مشتقات شمېرل کېږي.
67 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
خـــــــــــــــطـــــــــــــرونه:
بنزین د سرطان زېږوونکي ترکیب په حیث پېژندل شوی دی ،ټولي بنزین لرونکي کاري کړني بايد د هود
(هوا کښ) الندي تر سره شي او دستکلې باید وکارول شي .پخوا د ښه حالل په توګه کارول کېده خو د سرطاني
خطر تر پېژندني وروسته اوس په کمه پېمانه د همدې موخي لپاره کارول کېږي او پر ځای یې مشابه حاللونه لکه
اسیتون او داسي نور کارول کېږي.
68 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د زیات تماس له امله د انساجو او د هډوکو مغز تخریب د بدن د ویني کمښت ،د بدن د محافظت د
سیستم ناتواني او همدارنګه د ویني سرطان ،د سپینو کرویاتو زیاتوالی ،په تنفسي سیستم کي اختالل ،د
انسان د جنین د هډوکو په جوړښت کي ځنډ ،د انسان تولید مثل ته زیان رسول ،نه حاملګي ،د لنفاوي غدو د
تومورونو تولید او د ځیګر زیان شامل دي.
څو مؤسسو لکه د نړۍ د سرطاني څېړنو انجمن ،د آمریکا د ژوند چاپېریال د ساتني ټولنه او د آمریکا
د حفظ الصحه خدماتو ادارې ،بنزین د یو ستر سرطان زېږوونکي په توګه معرفي کړي دي.
د ویني د سرطان پټه دوره معموالً د 5 – 15کلونو وروسته تر لومړني تماس ښکاره کېږي.
که د بنزين کړۍ يوه معوضه ولري نو د معوضې نوم د بنزين Benzeneسره يو ځای کېږي .لومړی د معوضې او
ور پسې د Benzeneنوم اخيستل کېږي .د مثال په ډول:
69 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د بنزين ځيني مشتقات خاص معمولي نومونه لري چي د IUPACد نوم ايښودني د سيستم له خوا هم
منل شوي دي .د معمولي او سيستماتيکي IUPACد نوم ايښودني يو څو مثالونه په الندي ډول دي:
که د بنزين په کړۍ کي دوه يا زيات هايدروجنونه د مختلفو معوضو په واسطه عوض شوي وي او د يوې
معوضې څخه هم کوم معمولي ) (Trivialنوم نه جوړېږي ،نو په دې حالت کي د معوضو نوم يو په بل پسې ليکل
کېږي او د بنزين ” “Benzeneپه نوم ختمېږي .د مثال په توګه:
70 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
که د يوې معوضې څخه کوم معمولي ) (Trivialنوم جوړېږي نو دغه مرکب د دې معمولي نوم د
مشتقاتو څخه شمېرل کېږي .د مثال په توګه بروم فينول ،نايتروتولوين او داسي نور.
د معمولي نومونو يو څو مثالونه په الندي ډول دي .په قوس کي ) (IUPACسيستماتيکي نومونه شوي دي.
71 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
72 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
خصوصیات
C7H8 or C6H5CH3 مالیکولي فورمول
92.1381 g/mol مولي وزن
colorless liquid ظاهري شکل
)0.8669 g/mL (20 °C چگالی یا کثافت
−95 °C 178.2 °K د ذوب ټکی
110.6 °C 383.8 °K د جوش ټکی
خطرات
highly flammable اصلي خطر
)4 °C (39 °F د اشتعال نقطه
اړوند ترکیبات
بنزين ،زايلين ،نفتالین په هايدروکاربن او اروماتيک پوري اړوند مرکبات
میتایل سایکلوهگزان
2.5جدول :د تولوين خواص
تولوین بې رنګه اور اخیستونکې او بنزين ته ورته مایع ده ،د اروماتیک هایدروکاربنونو له ډلي څخه ده
او په زیاته پېمانه د ډبرو د سکرو د تقطیر څخه الس ته راځي او په صنعت کي د رنګونو په تولید کي د حالل په
توګه کارول کېږي .که څه هم د انسان بدن ته ضرر رسوي خو ۰۱سلنه یې د ګازولینو د تولید لپاره کارول
کېږي .صافه مایع او په اوبو کي نه حلېږي .ښه بوی نه لري .د رنګونو د حالل په توګه ،د سلیکاني درزګیر،
کيمیاوي تعاملونو ،پالستیک ،د چاپ جوهر ،سریښو ،الک ،ضد عفوني او همدارنګه د انفجاري موادو ()TNT
د جوړولو لپاره کارول کېږي.
73 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د بنزین سره یې په زیانونو کي توپیر کم دی .د زیات تنفس له امله انسان وژني او کم تنفس یې هم په
آسانۍ سره پر عصبي سیستم اغېزه کوي او لږ او متوسطه غلظت یې د ستړیا ،سرګیچۍ ،ضعف ،نامتعادل
رفتار ،د حافظې زیان ،بې خوبي ،کم اشتهایي ،عاطفي نابرابروالی او د لیدلو او اورېدلو حواسو د کمېدلو
سبب ګرځي .که تولوین کم شي نو نوموړي تأثیرات یې هم کمېږي.
په ټوله کي تولوین نامطلوب تأثیر لري مګر سرطاني اغېزي یې تر اوسه پوري نه دي تشخیص شوي.
د OSHA1له لوري یې د کار په محیط کي د غلظت مجاز 200ppmاو د EPA2له لوري یې 1mg/ml
د څښلو اوبو لپاره توصیه شوي دي .تولوین نه تنها د استنشاق له الري د بخار څخه یې د انسان بدن ته
داخلېږي ،بلکې د ککړو خاورو څخه یې هم امکان وجود لري.
تولوين د نفتو څخه نږدې 500 oCدرجو او تر لوړ فشار الندي الس ته راوړل کېږي.
1
Occupational Safety and Health Administration
2
Environmental Protection Agency
74 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د سوډيم ډای کرومات او ګوګړو تېزابو او هم د پوتاشيم پرمنګناټ د شديد اوکسدېشن په واسطه په بنزوييک
اسيد تبديلېږي.
75 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
زایلینXylene :
اور اخیستونکی او د ژوند د چاپېریال لپاره خطرناک دی .درې ایزومیرۍ لري چي یو د بل سره شباهت
لري او د درو واړو مخلوط ته یې زایلول وایي.
76 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
کزيلين يا زايلين (ډای میتايل بنزين) بې رنګه مایع ده .د قير څخه حاصل شوی زايلين د ډای ميتايل بنزين
د درو ايزوميرونو مخلوط دی چي په هغه کي O – Xylene ،(50 60%) M – Xyleneاو P – Xyleneهر يو يې
) (20 – 25%موجود دی.
څرنګه چي د زايلين د ايزوميريو د ايشېدو ټکي ډېر سره نږدې دي نو له همدې سببه تر ډېره وخته د
سلفونېشن په واسطه يو له بله جدا کېدل O – Xylene .په M – Xylene ،143, 62په 139, 22او P – Xylene
په 138,2Cدرجو کي په ايشېدو راځي.
که د بنزين په کړۍ کي دوه يا زيات هايدروجنونه د معوضو په واسطه عوض شي ،نو مختلفي ساختماني
ايزوميرۍ جوړېږي .د دې لپاره چي د معوضو موقعيت په کړۍ کي په ښه توګه څرګند شي ،د بنزين کاربنونه د
1څخه تر 6پوري نمره وهل کېږي او دغه نمره وهنه د هغه کاربن څخه چي په هغه باندي لومړۍ (پخوانۍ)
معوضه نصب وي ،شروع کېږي .د مثال په توګه په Tolueneکي هغه کاربن چي د ميتايل ګروپ لري د 1عدد
اختياروي .د ميتايل دوهمي ګروپ 2, 3يا 4موقعيت لري او په دې ترتيب د (Dimethylbenzene) Xylene
درې ساختماني ايزوميرۍ لري .يوه آلماني کيميا پوه Kornerدغه درې ساختماني ايزومیرۍ د – )(m-
metha, (O -) – Ortho, (P -) - Paraپه نومونو يادي کړي دي .اکثره يې په الندي شکل هم ښودل شوي دي:
77 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
78 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
79 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
m-Xylene
:نور نومونه
1,3-Dimethylbenzene ياm-Xylol
خصوصیات
C8H10 مالیکولي فرمول
106.16 g/mol مولي وزن
Colorless liquid ظاهری شکل
0.86 g/mL کثافت
285.732 ; درجه فارنهایت54°F( درجه سلسیوس12.222°C
د ذوب ټکی
( کلوین°K
139 °C, 412 K, 282 °F( د جوش ټکی
Insoluble in water انحاللپذیری
very soluble in ethanolانحاللپذیری
very soluble in diethyl etherانحاللپذیری
خطرات
Harmful or fatal if swallowed. Vapor harmful.
اصلی خطرونه
Flammable liquid and vapor.
25 °C نقطه اشتعال
مرتبط ترکیبات
p-xyleneo-xylene تولوئن,بنزين
د اروماتیک هایدروکاربنونو سره
80 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
اورتو -زایلین
پارازایلین
په کاروړنه :د مصنوعي الیاف په لومړنیو موادو کي ،ترفتالیک اسید ،د درملو فابریکو ،حشره وژونکو او
حاللونو کي کارول کېږي.
څو کړییز اروماتونه لکه (نفتالین ،انتراسین ،فینانترین او نور) د ډبرو د سکرو د قیر او د خاورو د تېلو
د تقطیر د پاتي شونو څخه الس ته راځي .همدارنګه د سایکلو الکانونو او اروماتونو د ډي هایدروجنېشن څخه
الس ته راځي.
د بنزین استحصال:
دا مرکبات هم د ډبرو د سکرو د قیر څخه د تودوخي په لوړو درجو کي ( ۴۱۱۱ـ ) oC۴۰۱۱د بنزین
مختلف ګازي ،مایع ،قیر او جامد مواد حاصلېږي چي مقدار یي سره توپیر لري .د نوموړو موادو څخه د
تدریجي تقطیر ( )Extractionپه مرسته ډېر مهم او قیمتي اروماتیک مرکبات لکه :بنزین ،تولوین ،زایلین او څو
کړییز لکه نفتالین حاصلېږي .نفت هم په پراخه پېمانه نوموړي مرکبات لري او د الکانونو څخه هم الس ته راځي.
.1
81 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
.5
.4
.3
82 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د بنزین تعاملونه:
:Halogenation .2د بنزین کړۍ مستقیم هلوجنېشن د FeCl3او AlCl3په موجودیت کي اجراء کېږي.
83 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
که لومړۍ معوضه د بنزین کړۍ فعاله کړي (الکتروني کثافت د بنزین په کړۍ کي زیات کړي) نو دوهمي
معوضه په زیاته اندازه د ) (oاو ) (pپه موقعیتونو کي ځای نیسي.
-NH2, -NHR, -NR2, -OH, -OR, -F, -Br, -Cl, -I, -CH3,
خو که الندي معوضې نصب وي نو په زیاته اندازه د ) (mمیتا په موقعیت کي دوهمه معوضه نصبېږي.
-NR3+, -NH3+, -NO2, -CN, -CF3, -CCl3, -CHO, -COR, - COOH, COOR, CONH2
انډوکتیف ایفیکټ ( :)I – Effectکه یو ګروپ یا اتوم د بنزین تر کړۍ زیاته Electro Negativityولري (-
) I – Effectاو کړۍ مثبته ده او که یې الکترونیګاټیويټي کمه وي نو د کړۍ کثافت زیاتېږي او اتوم یا ګروپ
( )+I-Effectاو کړۍ منفي ده .مېزومیري یي هم همدا شان ده.
84 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
شپږم څپرکی
فينــــــــــــول PHENOL
د دې فصل مهم موضوعات په الندي ډول دي:
85 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
Phenol فینــــــــــــــول
فينول
86 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
خصوصیات
1.07g/cm³ کثافت
د دغه سلسلې نوم د فين ” “Phenڅخه چي د بنزين پخوانی نوم ؤ ) (Laurent. 1837مشتق شوی دی.
په فينول کي د هايدروکسي ) (-OHګروپ مستقيم د بنزين د کړۍ سره وصل وي .د اروماتيکي هايدروکسي
مرکباتو ځيني خواص د الکولو سره توپير لري .دا ځکه چي اروماتيکي ( )πالکتروني سيستم د OHګروپ پر
فعاليت اثر لري د مثال په توګه فينول د الکولو په پرتله قوي تېزابي خواص لري.
فینول د عضوي ترکیبونو یو ساده ډول دی چي د یوه ګروپ هایدروکسیل او د بنزین د یوې کړۍ د یو
ځای کېدلو څخه تشکیلېږي .فینول د ( )C6H5OHپه فورمول سره د هایدروکسي بنزین او Carbolic Acidپه
نومونو سره هم پېژندل کېږي .خالص فینول جامد او سپین رنګ لري او په 42 oC 108oFکي ویلي کېږي .فینول
په معمولي توګه په اوبو کي د حل کې دو وړتیا لري او د ضعیفو تېزابو خاصیت لري .د فینولو څخه د یوه په توګه
ګټه اخیستل کېږي.
په لوړ غلظت سره کوالی شي پوست تخریب کړي .هغه ترکیبونه چي په هغو کي د بنزین په کړۍ کي د
فینولو هایدروکسیل ګروپونه تر یوه زیات وصل وي د Poly Hydric Phenolsپه نوم یادېږي .فینول په صنعت
کي د مهمو عضوي ترکیباتو په توګه کارول کېږي .او همدارنګه په اکثرو صنایعو کي د لومړنیو موادو په توګه
کار ځني ا خیستل کېږي .هغه څه چي د دې مادې څخه تولیدېږي عبارت دي له :نایلون ،اسپرین ،رنګونه ،واښه
وژونکي ،نرم کوونکي او داسي نور.
87 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
فزیکي خواص
مایع یا جامد فینولونه د ویلي کې دو ټیټ ټکي لري .د هغوی د جوش ټکي د هایدروجني اړیکي پر
اساس په بشپړه توګه لوړ دي .خپله فینول ( )C6H5OHشاید په اوبو کي د هایدروجني اړیکي د تشکیل په علت
لږ د حل کېدو وړتیا لري ( .) 9g/100mlزیاتره نور فینولونه اساسًا په اوبو کي نه حلېږي .فینولونه بې رنګه دي
مګر هغه چي د رنګ د تولید ګروپ ولري رنګه دي.
د انسان په واسطه د دې مادې تنفس او یا خوړل یې د ویني جریان ته داخلېږي او د پوست سره د تماس
په اثر په لږه اندازه ویني ته داخلېږي .د لنډمهاله تماس په اثر کېدای شي د سترګو د سوزش او سر درد سبب
وګرځي .هغه خلک چي د پوستکي له الري ور سره زیات په تماس کي کېږي ،د پوستکي سوزش ،د ځیګر
ضایعات ،ګاټه ادرار او د زړه نا منظم ضربان په هغوی کي لیدل کېږي .د فینولو زیاته اندازه تېرول د داخلي
سوختګي او مرګ سبب ګرځي .اما فینول کوالی شي په طبي علم کي د بې هوښه کوونکي مادې په توګه او
همدارنګه د یوې ضد عفوني مادې په توګه استعمال شي .همدارنګه د سرطاني څېړنو نړیوال آژانس
( )International Agency for Research on Cancerفینول د یوې غیر سرطان زېږوونکي مادې په توګه
طبقه بندي کړي دي .د –OHګروپ د شمېر له مخي فين ول په يو قیمته ،دوه قيمته او درې قيمته فينولو باندي
وېشل کېږي:
88 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
.1يو قيمته فينول ،استحصال او خواص يې:
فينول (هايدروکسي بنزين) C6H5OHد دغي سلسلې اساسي مرکب شمېرل کېږي چي په لومړي ځل
Rungeپه 1834کي د ډبرو سکرو د قير څخه جدا کړ .که څه هم زيات مقدار فينول تر اوسه پوري د ډبرو
سکرو د قير څخه الس ته راوړل کېږي اما د فينولو ورځنۍ اړتيا نه پوره کوي ،نو له دې سببه په تخنيک کي
فينول د نورو طريقو په اساس هم استحصالېږي.
د فينولو استحصال:
په تخنيک کي فينول د بنزين څخه حاصلېږي .بنزين لومړی یا سلفونېشن کېږي یعني د ګوګړو د ټینګو
تېزابو سره په بنزين سلفونيک اسيد بدلېږي چي وروسته د سوډيم هايدروکسايد سره د تودوخي په لوړه درجه کي
سوډيم فينوالت جوړېږي .د سوديم فينوالټ څخه د تېزابو په واسطه فينول حاصلېږي .بنزين کلورينېشن کېږي او
توليد شوی کلورو بنزين د سوډيم هايدروکسايد د اوبلن محلول سره د تودوخي په لوړه درجه او فشار الندي په
فينولو بدلېږي.
په اوسني وخت کي فينول زياتره د (Isopropyl Benzene) Cumenڅخه الس ته راوړل کېږي (Hock,
) .1945کومين لومړی د هوا د اوکسدېشن په واسطه په کومين هايدرو پر اوکسايد بدلېږي چي د نريو تېزابو
سره په فينول او اسيتون باندي جدا کېږي.
89 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
نايتروفينول ):(Nitrophenole
د فينول د نايترېشن څخه په عادي تودوخه کي د ښورې د نريو تېزابو په واسطه يو مخلوط چي نږدې O
– Nitrophenole 35%او ،P – Nitrophenole 15%لري الس ته راځي.
اورتو – نايترو فينول د اوبو د بخار د تقطير په واسطه د پارا – نايترو فينول څخه جدا کېږي .ميتا – نايترو
فینول د ميتا – نايترو انيلين د ډای ايزوټېشن ) (Diazotationڅخه حاصلېږي .لومړی د ډای ايزونيم مالګه
جوړېږي چي د اوبو سره د تودوخي په لوړه درجه کي په ميتا – نايترو فینول بدلېږي.
:O – Nitrophenoleژيړ رنګې تخريش کوونکې ماده ده چي د ويلي کېدو ټکی يې 45 oCده .ميتا او پارا –
نايترو فينول بې رنګه مواد دي .ميتا – نايترو فينول په 93 oCاو پارا – نايترو فينول په 114 oCکي ويلي
کېږي .اورتو او پارا – نايترو فينول د ميتا – نايترو فينول په پرتله قوي تېزابي خاصيت لري .د اورتو – نايترو
فينول فزيکي خواص د ميتا او پارا – نايترو فینول سره توپير لري .د دې علت دا دی چي د هايدروکسيل ګروپ
د نايترو ګروپ د اکسېجن د جوړه ناپېیلي الکترونو سره انتراماليکوالر ) (Intramolecularهايدروجني اړيکي
جوړوي چي دا ډول کړۍ د Chelateپه نوم يادېږي.
د اورتو او پارا – نايترو فينول او د ښورې د ټينګو تېزابو څخه ) (2,4 – Dinitro Phenolالس ته راځي چي د
ويلي کېدو ټکی ) (m.pيې 114 oCاو غلظت يې ) (PKa = 4,02دی.
90 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
پیکریک اسید
91 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
phenol; 2-hydroxy-135-trinitrobenzene; TNP; Melinite
خصوصیات
C6H3N3O7 مالیکولي فورمول
229.10 g·mol مولي وزن
Colorless to yellow solid ظاهري شکل
1.763 g·cm−3 solid کثافت
122.5 °C د ذوب ټکی
> 300 °C Explodes د جوش ټکی
14.0 g·L انحاللپذیریin water
خطرات
)Explosive (E), Toxic (T
پیکریک اسید (په انگليسی )Picric acid :د C6H3N3O7کیمیاوي ترکیب لرونکی دی چي ماليکولي
وزن یې 229,1g/molدی .ظاهري بڼه یې جامد بې رنګه ژيړ دی .د فينولو د مشتقاتو څخه يو ترکيب دی چي د
نايترو د ګروپ په واسطه د سلفونيک اسيد د ځای نيولو څخه جوړېږي .په ټوله کي د دې مادې جوړول د تولوین
په شان اسانه نه دی.
سودیم ،پوتاشیم ،امونيم ،سرب او د پیکرات اوسپنه هم د پيکريک اسيد مالګي دي چي په خپله
پیکريک اسيد ډېر حساس دی چي د کاربونيټونو په واسطه د تېزابو د خنثی کولو په مرسته په مناسبو حاللونو
کي الس ته راځي .دغه ماده منفجره ،سمي او سرطان زېږوونکي ده.
92 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
کتيکول (O – Dihydroxybenzene) Catechol
Catecholيوه کرستلي ماده ده چي په اوبو کي په اسانۍ سره حلېږي او د ويلي کېدو ټکی یې M.P 104 oCده.
په القلي محلول کي قوي ارجاع کوونکي خواص لري .د مثال په توګه د نقرې د مالګي امونيايي او يا د مسو د
مالګي القلي محلول ارجاع کوي .نو له همدې کبله په فوتوګرافۍ کي د عکاسۍ د محلول لپاره ور څخه کار
اخيستل کېږي.
د (O – Dihydroxybenzene) Catecholاستحصال:
.bپه تخنيک کي Catecholد اورتو – کلورفينول او NaOH 20%د ګرمولو څخه د CuSO4د فشار
الندي د تودوخي نږدې په 200 oCکي حاصلېږي.
93 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ريزارسينول يوه بې رنګه کرستلي ماده ده چي په 110 oCکي ويلي کېږي .په اوبو ،ايتانول او ايترو کي په
اسانۍ سره حلېږي .او په تودوخه کی د نقرې د نيترات امونيايي محلول ارجاع کوي .د ريزارسينول اوبلن محلول
د FeCl3په واسطه بنفش رنګ اخلي.
په ريزارسينول کي د Keto-Enol-Tautomerieمنځ ته راځي .او په اسانۍ سره د سوډيم امالګم او اوبو څخه
د هايدروجن دوه اتومونه اخلي او په (1,3-Cyclohexandion) Dihydroresorcinolباندي بدلېږی.
94 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
( او د رنګو په صنعت کي د مهمو اوليه موادو پهAntiseptikum) ريزارسينول د ميکروب وژني يا ضد عفوني
.توګه استعمالېږي
95 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
Hydroquinoneد P – Benzoquinoneد ارجاع کولو څخه د H2SO3او يا تازه حاصل شوي هايدروجن په
واسطه حاصلېږي.
Hydroguinoneبې رنګه ستني ډوله کرستلونه جوړوي او د ويلي کېدو ټکی يې M.P. 172 oCد ارجاع
کوونکي خواصو په لرلو سره په فوتوګرافۍ کي د عکاسي محلول په توګه استعمالېږي .د Resorcinolپر
خالف Hydroquinoneاو Catecholپه لنده هوا کي د Autoxidationپه واسطه نصواري سور رنګ اخلي.
96 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
پيروګالول ):Pyrogallol (1,2,3-Trihydroxybenzene
پيروګالول په 1786کي Scheeleد Gallic acid,دې کاربوکسيلېشن څخه د تودوخي په واسطه الس ته راوړ او
په اوسني وخت کي هم د همدغي طريقې په اساس حاصلېږي.
پيروګالول په اوبو کي په اسانۍ حل کېدونکي کرسټلي پوډر دي چي د تودوخي په 133oCکي ويلي کېږي او د
FeCl3سره آبي رنګ اخلي.
په القلي محلول کي قوي ارجاعي خاصيت لري نو له دې سببه په فوتوګرافۍ کي د عکاسۍ د محلول په حیث
استعمالېږي.
97 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
Phloroglucinolد يوې خوا څخه د FeCl3سره آبي بنفش رنګ ،د ډای ايزو ميتان سره ترای ميتايل ايتر او د
اسيت انهايدرايد سره د ترای اسيتايل مشتقات جوړوي او د بلې خوا څخه د هايدروکسيل امين سره Trioxim
حاصلېږي .د دې څخه څرګندېږي چي فلوروګلوسينول په دواړو حالتونو کي يعني د Trienolاو د Triketoپه
حالت کي تعامل کوالی شي.
98 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
99 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
اروماتيکي الديهايد او کيتون په خپلو تعامالتو او خواصو کي د اليفاتيکي الديهايد او کيتون څخه
ډېر توپير نه لري .مګر کله چي اروماتيکي کرکټر د کيمياوي خواصو د تفسيرېدو سبب ګرځي هغه په خاصه
توګه تر څېړني الندي نيول کېږي:
بنز الديهايد:
اروماتيکي الديهايد هغه الدیهايد دی چي د هغې د الديهايد ګروپ مستقيم د بنزين حلقې سره وصل وي .د
دغه سلسلې ساده او مهم استازی بنز الديهايد C6H5 – CHOدی چي د ترخو بادامو د تېلو په نامه هم يادېږي.
بنز الديهايد په ځينو نباتي تېلو کي پيدا کېږي او هم په زهري ګليکوزيد Amygdalinکي چي په ترخو
بادامو کي پيدا کېږي ،برخه لري .په Amygdalinکي Benzaldehydcyanhydrinوجود لري چي د ګلیکوزید
100 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
په څېر د يوه دای سکرايډ Gentiobioseسره وصل دی .د Amygdalinد ماتولو څخه د نريو تېزابو او يا د
ايمولزين ) (Emulsinانزايم په واسطه دوه موله ګلوکوز يو مول بنز الديهايد او يو مول سیانيک اسيد حاصلېږي.
بنز الديهايد يوه بې رنګه مايع ده چي د ترخو بادامو په شان بوی لري او د ايشېدو ټکی یې 179 oC
دی .اليفاتيکي الديهایدو ته نږدې خواص لري د مثال په ډول د نقرې د مالګي امونيايي محلول ارجاع کوي .د
سوديم هايدروجن سلفيټ او سيانيک اسيد HCN ،سره بنز الديهايد معمولی جمعي تعامل کوي .بنز الديهايد د
هوا په واسطه په آسانۍ سره اوکسدېشن کېږي .دغه Autoxidationد روښنايي ،راډيکال جوړوونکو او يا د
فلزي ايونونو ) (Fe, Ni, Cuپه واسطه چټک کېږي .د بنزالديهاید Autoxidationراډيکالي زنځيري
مېخانيکيت لري چي لومړی د بنزويل راډيکال منځ ته راځي او په الندي توګه په بنزوئيک اسيد بدلېږي.
101 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
اسيتوفينون
اسيتو فينون يو اروماتيکي کيتون دی ،اروماتيکي کيتونونه په مخلوط اليفاتيکي – اروماتيکي
) (Monoarylketonاو خالص اروماتيکي کيتون ) (Diarylketonباندي وېشل کېږي .د دغو له جملې څخه
ساده کيتونونه اسيتوفينون C6H5 – CO – CH3 ،(Methylphenylketon) Acetophenonاو بنزوفينون
C6H5 – CO – C6H5 ،(Diphenylketon) Benzophenonدی.
د اسيتوفينون خواص:
د اسيتو فينون کرستلونه په 20 oCکي ويلي کېږي .د اسيتون په څېر د اسيتو فينون د ميتايل ګروپ
هايدروجن هم د تعامل کولو وړتيا لري .د اسيتو فينون د کلورينېشن یا برومينېشن څخه یا
M.P. 60 oC (Phenacylchlorid) Chloracetophenonیا )Bromacetophenon (Phenacylbromid
M.P. 51 oCحاصلېږي .د مثال په توګه:
102 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
103 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
104 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
بینزوئیک اسید
پېژندنه
105 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
بنزوئیک اسید C7H6O2یا C6H5COOHیو بې رنګه (ځیني وخت سپین) بلوري ترکیب لري .ساده ترین
اروماتیکي کاربوکسلیک اسید هم دی .یو ضعیف تېزاب دی .د هغه د مالګو څخه د غذاګانو د ساتلو لپاره کار
ځني اخیستل کېږي .همدارنګه په نورو ډېرو عضوي ترکیباتو کي ورڅخه استفاده کېږي.
تاریخچه:
بنزوئیک اسید په ۴۶مه مېالدي پېړۍ کي کشف شو .د لومړي ځل لپاره Nostradamusعالم د gum
benzoinوچي طبیعي مادې د تقطیر څخه الس ته راوړ .په ۴۷۷۷کي یوه شخص چي Salkowskiهم په همدې
اړه څېړني تر سره کړي دي.
د تولوین د اوکسدېشن څخه ،د بنزونایترایل ،بنزآماید د هایدرولیز څخه د بنز الدیهاید او د بنز الکول د
هایدرولیز څخه الس ته راځي.
مصارف یې:
د بنزایل کلورایډ او فینولو د تولید لپاره کارول کېږي .همدارنګه د بنزوئیک اسید د مالګو څخه د
غذاګانو د ساتلو لپاره کار اخلي .چي د 213E, 212E, 211Eاو 210Eپه نومونو پېژندل کېږي .هر یو د دې
مالګو څخه د سودیم ،پوتاشیم او کلسیم د مالګو سره یو ځای وي چي په اصل کي د بعضو تخمرونو او
بکټریاوو مخه نیسي.
خطرات:
د بدن پوستکي او سترګو ته زیان رسوي نو باید ور سره ډېر احتیاط وشي.
106 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د بنزوئيک اسيد استحصال او خواص:
.1د بنزين پر کړۍ نصب شوی جانبي زنځیر د اوکسدېشن څخه بنزوئيک اسيد حاصلېږي .د تحمض
کوونکو موادو په توګه د HNO3, CrO3, KMNO4او يا د هوا د اکسېجن څخه د کوبالټ او يا – Mn
Naphthenatپه موجوديت کي کار اخيستل کېږي .په ډېره اسانۍ تولوين د اکسدېشن څخه بنزوئيک
اسيد په دېره ښه محاصله الس ته راځي.
.2د بنزونايترايل د تېزابي يا القلي هايدرواليز څخه:
خواص یې:
بنزوئيک اسيد ځلېدونکي پاڼي ډوله کرسټلونه جوړوي .د سبلیمېشن وړتيا لري .په ګرمو اوبو ،الکولو او ايترو
کي حلېږي .د اوبو بخار سره فرار کوي او بخار يې د قوي ټوخي سبب ګرځي.
107 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
اووم څپرکی
که د مشبوع هایدروکاربنو د هایدروجن یو اتوم د هلوجن په اتوم عوض شي نو دغه مرکب د الکایل
هلوجنید په نامه یادېږي .د الکایل هلوجنید عمومي فورمول CnH2n + 2 – 1xدی چي .x = F, Cl, Br, Iپه همدې
ډول که د مشبوع هایدروکاربنو (الکان) دوه او یا زیات شمېر هایدروجنونه د هلوجن په اتومو عوض شي نو ډای
هلوجن الکان او داسي نور لوړ هلوجن الکان ترې جوړېږي.
هر څومره چي د کاربن اتومو زنځیر اوږدېږي په همغه اندازه د ساختماني ایزومیرۍ شمېر یې هم زیات
وي .الکایل هلوجنید په اوبو کي د حلېدو وړتیا نه لري ،لېکن د عضوي مرکباتو لپاره د ډېر ښه محلل په توګه
استعمالېږي .د هلوجن الکان په تېره بیا د ډای کلورومیتان (میتلین کلورایډ )CH2Cl2ترای کلورمیتان
(کلوروفارم )CHCl3او تیترا کلور میتان (کاربن تیترا کلورایډ )CCl4څخه د Extractionاو Crystallization
لپاره کار اخیستل کېږي.
108 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د هلوجن الکان جوړښت:
هلوجن الکان چي موږ یې اوس تر مطالعې الندي نیسو د عضوي مرکباتو لومړنی ګروپ دی چي یو
فعال ګروپ لري .د هلوجن فعال ګروپ کېدای شي په نورو بېالبېلو ګروپو باندي تبدیل شي .د هلوجن تعویض
په نورو ګروپو باندي د عضوي کېمیا د ډېرو مهمو تعامالتو په واسطه چي نیکلوفیلي تعويضي تعامالت
نومېږي تر سره کېږي.
نوم ایښودنه:
د هلوجن الکان نوم ایښودنه د معمولي او مروجي طریقې او یا د IUPACد سیستم پر اساس تر سره
کېږي او کوم ځانګړی پرنسیپ نه لري .هغه مرکبات چي په هغوی کي د هلوجن یو اتوم ) (X = F, Cl, Br, Iد یوې
الکایل بقيې سره وصل وي د الیفاتیکي هلوجنید په نوم یادېږي .د الیفاتیکي بقیې د نوعیت له مخي په
Alkenyl, Cycloalkyl, Alkyl – Alkynyl halogenideتوپیر کېږي .که چېري هلوجن د یوې اروماتیکي کړۍ
د کاربن سره تړلی وي نو دغه مرکب (Ar – X) Arylhalogenideدی.
109 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د هلوجن الکانو د ایشېدو ټکي د اړوند الکانو په پرتله ډېر لوړ ،لېکن د مربوطه الکولو په نسبت ټیټ دي.
که چېري د هلوجن الکانو او الکانو چي مالیکولي کتلې یې سره یو شان وي ،د ایشېدو ټکي پرتله کړو ،نو لیدل
کېږي چي د ایشېدو د ټکو تر منځ یې توپیر ډېر کم دی .یوازي د کوچنيو مالیکولو د ایشېدو ټکو تر منځ توپیر
شته.
مونو هلوجن الکان C2H5F ،(X = F, Cl, Br)CH3Xاو C2H5Clپه عادي تودوخه کي د ګاز حالت لري ،نور
هلوجن الکان تر C18پوري د مایع په حالت پیدا کېږي.
د الکان ،الکین ،الکاین فلورایډ ،کلورایډ ،برومایډ او ایوډایډ په سلسله کي د C – Halogenد اړیکي
اوږدوالی زیاتېږي .دا ځکه چي د فلورین نه ایوډین خوا ته اتومي شعاع زیاتېږي.
د الکایل هلوجنید د الکولو څخه :په تخنیک او البراتوار کي الکایل هلوجنید په عمومي توګه د الکولو څخه
استحصالېږي .د الکولو د هایدروکسيل ) (OHګروپ د یوه نیکلوفیلي تعامل په نتېجه کي په هلوجن باندي
عوض کېږي .هایدروجن ایوداید د الکولو سره په آسانۍ لېکن هایدروجن کلورایډ او هایدروجن برومایډ د
تو دوخي په لوړه درجه او یا د کټلیسټ لکه د ګوګړو ټینګ تېزاب او یا د وچو (بې اوبو) ZnCl2په موجودیت کي
تعامل کوي.
110 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
همدارنګه په البراتوار کي د الکولو او فاسفوترای هلوجنید ) (PI3, PBr3, PCl3څخه الکایل هلوجنید
جوړېږي .فاسفو ترای هلوجنید د تعامل په محلول کي د فاسفورهلوجن څخه الس ته راوړي.
لوړ هلوجن شوي الکان :د دې مرکباتو ساده مثالونه لکه میتلین ایوداید )CH2I2 (Methyleniodide
کلوروفارم CHCl3او کاربن تیترا کلورایډ CCl4تر مطالعې الندي نیسو:
.1میتلین ایوډایډ :(Di iodomethane) Methyleniodideیوه بې رنګه مایع ده ،د جوش ټکی یې 181
OCدی او د میتلین کلورایډ په څېر د عضوي مرکباتو د سنتیز لپاره استعمالېږي .میتلین ایوډایډ د
ایودوفارم د قسمي ارجاع څخه د سودیم ارسنیټ د القلي محلول په واسطه حاصلېږي.
که چېری کلوروفارم په لنده هوا کي د ډېر وخت لپاره په روښنایي کي کېښودل شي نو په ډېر زهري مرکب
فوسېجن ) CoCl2 (Phosegensتجزیه کېږي نو له همدې کبله کلوروفارم په نصواري بوتلو کي ساتل کېږي او
هغه کلوروفارم ته چي د بې هوښۍ لپاره په کار وړل کېږي 1%ایتانول ور ګډېږي .دغه ایتانول د تولید شوي
فوسېجن سره په بې ضرره کاربوکسیلیک اسید ډای ایتایل ایستر OC(OC2H5)2بدلېږي .کلوروفارم په تخنیک
کي د میتان د کلورینېشن څخه بې غیر د الندي طریقې په واسطه استحصالېږي:
111 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
.aد کلسیم هایپوکلوریټ او ایتانولو د تعامل څخه په اوبلن محلول کي کلوروفارم حاصلېږي.
.bخالص کلوروفارم د Chloralhydratاو یا د Trichloraceticacidڅخه د تودوخي په واسطه د القلي
په موجودیت کي حاصلېږي.
.4ډای کلور ډای فلورمیتان :ډای کلور ډای فلور میتان CCl2F2چي د Freon – 12په نوم مشهور دی،
یو غیر فعال مرکب دی او زهري خواص نه لري .د Freonد تبخیر د تودوخي درجه لوړه ده نو له دې
کبله په یخچالونو کي د یخ کوونکي مایع په توګه استعمالېږي.
د الکانو مخامخ (مستقیم ) فلورېشن یو ډېر قوي اکزوترم تعامل دی چي حتا د C –Cاړیکو د ماتېدو سبب
ګرځي .دا شدید تعامل کېدای شي د تودوخي په ډېره کمه درجه او د فلورین په نري کولو (رقیق کولو) سره د
هیلیم په واسطه کنترول شي.
د فلور الکان ډېر ساده مرکبات د هایدروجن فلورایډ او الکین د ترکیبي تعامل څخه الس ته راځي .د فلور الکان
نور مرکبات د ځانګړو طریقو په واسطه استحصالېږي.
په هلوجن الکان کي د هلوجن تعویض په فلورین باندي :د قوي لیوس تېزابو HgF2یا SbF2په واسطه د کلور او
بروم الکانو هلوجن په فلورین باندي عوض کېږي او فلورهایدروکاربن الس ته راځي.
112 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د ایتلین سلسلې د هایدروکاربنو د هلوجن مشتقات:
د کلوروفارم او انتیمون ترای فلورایډ د تعامل څخه لومړی کلور ډای فلور میتان منځ ته راځي چي د
سانتي ګراډ به 700 – 900 OCدرجو کي په تیترافلورایتلین اوړي.
113 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
اتم څپرکی
الکــــــــــــــــول:
الکول او ایتر د اوبو د مشتقاتو څخه دي چي په هغه کي د هایدروجن اتومونه د الکایل په ګروپ عوض
شوي وي .که د اوبو یو هایدروجن د یوه الکایل ګروپ په واسطه عوض وي نو الکول ،او که د اوبو دواړه
هایدروجنونه د دوو الکایل ګروپو په واسطه عوض وي نو ایتر ځني جوړېږي.
114 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د الکولو نوم ایښودنه
د IUPACد نوم ایښودني د سیستم په آساس لومړی د هایدروکاربنو هغه اوږد زنځیر چي د – OH
ګروپ ورباندي نصب دی ،نومول کېږي او د نوم په پای کي « »olاضافه کېږي .دغه اوږد زنځیر د هغه طرف نه
شمېرل کېږي چي د OHلرونکی کاربن کوچنی عدد غوره کړي .د مثال په ډول:
په منشعب او غیر مشبوع الکولو کي د اوږد زنځیر شمېرنه د هغه طرف نه پیلېږي چي OHګروپ
کاربن د الکایل د ګروپ ،د دوه ګونې او یا درې ګونې اړیکي په پرتله کوچنی عدد ولري.
که یو الکول دوه او یا درې د OHګروپونه ولري نو د olپر ځای diolاو triolراځي.
115 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د الکولو د نوم ایښودني بله طریقه د Alkylalcoholسیستم دی ،لومړی د OHلرونکي الکایل ګروپ نومول
کېږي او ور پسې alcoholاضافه کېږي .د میتانول پخوانی نوم کاربینول Carbinolدی.
الکول په درو مهمو ډولو (اولي ،دوهمي او درېمي) الکولو باندي وېشل کېږي که چېري په OHلرونکي کاربن
باندي د الکایل یو ګروپ وصل وي د اولي الکول ) ،(Primary Alcoholکه د الکایل دوه ګروپه وصل وي د
دوهمي الکول ) (Secondary Alcoholاو که د الکایل درې ګروپه وصل وي د درېمي الکولو (Tertiary
)Alcoholپه نوم یادېږي.
هغه مرکبات چي لږ تر لږه یو کاربن یې څلور مختلفي معوضې ولري ،فعال نوري مرکبات دي او دغه
کاربن د غیر متناظر کاربن ) (Asymmetric Carbonپه نوم یادېږي.
116 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د یو قیمته الکولو کوچني مالیکولونه بې رنګه او خنثی مایع دي ،چي ځانګړی بوی ،تریخ او سوی
خوند لري .میتانول ،ایتانول او پروپانول پ ه هر نسبت د اوبو سره مخلوط کېږي .منځني الکول چي د 4 – 11
پوري د کاربن اتومونه ولري ،مایعات دي او د اوبو سره په کمه اندازه مخلوط کېدای شي .لوړ الکول کوم خوند
او بوی نه لري ،په اوبو کي نه حلېږي او د جامد په شکل پیدا کېږي .د الکولو د مالیکولي کتلې د زیاتېدو سره
د زنځیري کاربن اثر د ( OHهایدروکسیل) ګروپ په پرتله زیاتېږي ،چي له همدې کبله د لوړو الکولو فزيکي
ځانګړتیاوي الکانو ته ورته دي .د لومړیو پنځه نارمل الکولو د ایشېدو ټکي په الندي ډول دي.
د دوو ساختماني ایزومیرو الکولو څخه د نارمل الکولو د جوش ټکي د هغه ایزومیر الکولو په پرتله همېشه
لوړي وي.
الکول ډېر ضعیف تېزابي خاصیت لري چي د هایدروکسیل ) (OHګروپ هایدروجن د یوه فلز په واسطه
عوض کېدای شي ،د مثال په توګه د سودیم سره د مالګي په څېر مرکب جوړوي چي سودیم الکوالت نومېږي.
117 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
استحصال:
.1د میتانول او ایتانول تخنیکي استحصال :په تخنیک کي میتانول د کاربن مونو اوکسایډ او هایدروجن
څخه د تودوخي په لوړه درجه او لوړ فشار کي حاصلېږي .په دې تعامل کي د ZnO/Cr2O3څخه د
کټلیسټ په توګه استفاده کېږي.
میتانول ډېر مهم محلل دی او د ډېرو عضوي مرکباتو د استحصال لپاره د میتانولو څخه کار اخیستل کېږي .د
میتانولو څیښل او یا د میتانولو بخار د ډېر وخت لپاره تنفس کول د ړندېدو سبب ګرځي.
د میتانولو د ایشېدو ټکی 64.7 OCدی .ایتانول په ډېره پیمانه د اسیتلین د کټلیسټي هایډرېشن څخه
جوړېږي ،پ ه دې تعامل کي لومړی ایست الدیهاید تولیدېږي چي د هغه د کټلیسټي هایدروجنېشن څخه ایتانول
الس ته راځي.
ایتانول هم د میتانولو په څېر د عضوي محلل په توګه او هم په لوړه پېمانه د عضوي مرکباتو د
استحصال لپاره استعمالېږي .ایتانول په ټولو الکولي مشروباتو کي وجود لري او د ایشېدو ټکی یې د
1011mbarفشار الندي 78.3 OCده.
.2ایتانول د الکولي تخمر په واسطه :د ګلوکوز د الکولي تخمر څخه د خمیرې په موجودیت کي ایتانول
حاصلېږي .دا عملیه د الندي ساده عمومي معادلې په واسطه تشریح کېدای شي.
اولي الکول د الدیهاید ،د کاربن تېزابو او د کاربن تېزابو د ایستر د ارجاع څخه جوړېږي.
118 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
هایدروجني اړیکي
څرنګه چي د اکسېجن اتوم د هایدروجن او د کاربن د اتومو په پرتله قوي الکترونیګاټیف دی او کوچنی
حجم لري ،نو له دې کبله C – Oاو O – Hاړیکي قطبي (پوالر) دي .د هایدروکسيل د ګروپ هایدروجن قسمي
مثبت چارچ لري چي د یوه ګاونډي مالیکول د اکسېجن په واسطه د ځان خوا ته کش کېږي او هایدروجني اړیکه
منځ ته راځي .په دې ترتیب د الکولو ګڼ شمېر مالیکولونه سره یو ځای کېږي .او مغلق مالیکولونه جوړوي .د
هایدروجني اړیکي انرژي 0.21 – 29KJ/molده.
که وغواړو چي مایع الکول په بخار بدل کړو نو زیاته انرژي په کار ده تر څو هایدروجني اړیکي د الکولو
د مالیکولو تر منځ ماتي کړي .همدا علت دی چي د الکولو د ایشېدو ټکی د نورو عضوي مرکباتو په پرتله لوړ
دی .د مثال په توګه د ډای میتایل ایتر (CH3)2Oد جوش ټکی ) -24 OC (760Torrاو د ایتانولو د ایشېدو
ټکی ) 78.3 OC (760 Torrدی.
استعمال
د الکولو څخه په مختلفو برخو کي ګټه اخیستل کېږي د مثال په توګه میتانول د سون موادو (پطرول) ته
ور اچول کېږي .د ښه محلل په توګه استعمالېږي .او د ځینو عضوي مرکباتو لکه فارم الدیهاید ،اسیتیک اسید
او پولي ایستر د استحصال لپاره ور څخه کار اخیستل کېږي.
ایتانول هم د محلل په توګه استعمالېږي پر دې سربېره ایتانول لومړی په اسیت الدیهاید او وروسته په اسیتیک
اسید اوکسایدي کېږي چي د هغې څخه اسیتیک اسید انهایدراید حاصلېږي .همدارنګه د رنګونو ،د ښه بوی
ورکوونکو موادو او درملو جوړولو کي ور څخه ګټه اخیستل کېږي.
119 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ایتر )(Ether
ایتر د الکولو د انهایدراید او یا د اوبو د مشتقاتو څخه شمېرل کېږي چي د هایدروجن دواړه اتومونه په
الکایل او یا ارایل ګروپو باندي عوض وي.
د ایتر عمومي فورمول R1 – O – R2دی .که R1او R2دواړه الکایل وي نو الیفاتیکي ایتر او که یوه یا دواړه
بقیې اریل وي نو د فینول ایتر په نوم یادېږي .که د ایتر دواړه بقيې د یوې حلقې په شان پیوسته وي نو کړییز
ایتر منځ ته راځي.
د ایوپاک IUPACد نوم ایښودني د سیستم په اساس ایتر د الکانو د Alkosyاو یا Aryloxyمشتقات دي د
مثال په ډول.
په معمولي ډول د ایترو نوم د هغوی د بقیو د نوم سره شروع کېږي او په (ایتر) ختمېږي .لومړی کوچنۍ ور پسې
غټه بقیه نومول کېږي.
د سایکلو الکان څخه مشتق شوي کړییز ایتر په الندي ډول دي:
120 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
که په س ایکلو هکزان کي د میتلین دوه ګروپه د اوکسېجن د اتومو په واسطه عوض شي نو Dioxanدرې
ایزومیري جوړېږي.
ایتر د الکولو په څېر زاویايي جوړښت لري .د ایترو د C – O – Cد اړیکو زاویه 110Oد الکولو د – C
O – Hزاویه O107ده .څرنګه چي ایتر د الکولو په شان هایدروجني اړیکي نه شي جوړوالی نو له دې سببه د
ایترو د ایشېدو ټکي د الکولو په پرتله ډېره ټیټه ده او د ایسترو کوچني مالیکولونه ژر فرار کوي .ایتر په اوبو
کي نږدې نه حل کېږي لېکن په الکولو او غیر قطبي عضوي محللو کي په ښه توګه حلېږي .د ایترو څخه د محلل
په توګه د عضوي مرکباتو د Extractionلپاره استفاده کېږي .هغه ایترونه چي یو شان مجموعي فورمول ولري
کوالی شي چي په خپلو منځو کي یو خاص ډول ساختماني ایزومیري ) (Metamereولري .د C4H10Oمجموعي
فورمول درې میتامیري Metamereپه الندي ډول دي.
121 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د ایترو استحصال:
.1د الکولو :Dehydrationد ساده ایترو د استحصال لپاره د الکولو د اوبو ایستلو له طریقې څخه د
تېزابي کټلیسټ په واسطه چي په صنعت کي هم ډېره مروجه ده ،کار اخیستل کېږي .د تېزابي کټلیسټ
په توګه د H2SO4, NaHSO4, KHSO4, H3PO3, H3ASO3او B(OH)3څخه استفاده کېږي.
د دوهمي الکولو څخه الکین او ایتر اما د درېمي الکولو څخه په زیاته اندازه الکین الس ته راځي.
.2ویلیمسن مېتود ) :(Williamson – Synthese -1850د ویلیمسن د طریقې په اساس هر ډول ایتر لکه
الیفاتیکي ،اروماتیکي او یا مخلوط ایستر (الیفاتیکي او ماروماتیکي) حاصلېږي.
الکوالت او یا فینوالت د الکایل هلوجنید او یا ډای الکایل سولفایټ سره تعامل کوي او ایتر الس ته راځي.
122 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
.5د الکولو او الکاین د تعامل څخه :وینیل ایتر د الکولو او اسیتلین د تعامل څخه د کټلیسټ په
موجودیت کي تر فشار الندي حاصلېږي.
:Esterificationایستر
د کاربن تېزابو او الکولو د تعامل څخه د منرالي یا لیوس تېزابو ( )BF3, H2SO4, HClد کټلیسټي
مقدار په موجودیت کي د کاربن تېزابو ایستر او اوبه حاصلېږي او د تعامل کوونکو او حاصل شویو موادو تر
منځ یو تعادلي حالت راځي .په کېمیاوی تعادل کي د مخامخ (مستقیم) او معکوس تعامالتو سرعتونه سره
مساوي دي.
استحصال:
د کاربن تېزابو د نقرې د مالګي او د الکایل هلوجنید څخه ایستر حاصلېږي.
123 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د ایسترو خواص:
هغه ایسترونه چي کوچني مالیکولونه لري بې رنګه مایع دي او د مېوې په شان بوی لري ،لېکن هغه
ایسترونه چي لوی مالیکولونه لري بې بویه او په جامد حالت پیدا کېږي .په اوبو کي په کمه اندازه حلېږي څرنګه
چي ایستر د تېزابو په څېر هایدروجني اړیکي نه شي جوړوالی نو د ایشېدو ټکي یې د تېزابو په پرتله ټیټ دي .د
مثال په توګه اسیتیک اسید ایتایل ایستر په 77 OCاو اسیتیک اسید په 118 OCکي په جوش راځي .لکه څنګه
چي ایستر هایدرولیز کېږي په همدې شان د یوه تېزابي کټلیسټ په موجودیت کي د ایسترو هایدرولیز هم
ممکن دی .په دې عملیه کي د (-OR) Alkoxyګروپ تغییر کوي .د بېلګي په توګه:
د ایسترو تعامالت
د ایستر او امونیا تعامل :د ایسترو هایدرولیز په څېر امونیا هم د ایسترو سره تعامل کوي او د کاربن
تېزابو اماید جوړوي د مثال په توګه:
124 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
الدیهاید )(Aldehyde
د الدیهاید نوم د الکولو د ) (Alcohol Dehydrogenatusڅخه اخیستل شوی دی چي د هغه مشخصه نښانه د
(Formyl - ) Aldehydeګروپ دی.
نوم ایښودنه
د IUPACد سیستم په اساس الدیهاید د هغه اړوند الکان د نوم په پای کي د alوروستاړي په ور
زیاتولو سره کېږي .د مثال په توګه:
د الدیهاید معمولي نومونه اکثره د هغو د اړوندو تېزابو د التیني نومونو څخه مشتق کېږي او د نوم په پای کي
یې aldehydeراځي د مثال په ډول:
125 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د ( )2.2جدول :د ځینو الدیهایدو معمولي او سیستماتیکي نومونه ،فورمول او د ایشېدو ټکي
د الدیهایدونو تعامالت:
.1د الدیهاید ارجاع کول ) :(Reductionپه الدیهاید باندي د هایدروجن نصب کولو څخه اولي الکول
حاصلېږي.
Tischtschenko .2د ایستر جوړولو تعامل :1906د دې تعامل په اساس الیفاتیکي الدیهاید د
آلومینیم ایتیالت په موجودیت کي ( Disproportionبې تناسبه یا غیر متجانس) کېږي ،د اړوندو
الکولو ایستر حاصلېږي .د مثال په توګه د اسیت الدیهاید د دوو مولو څخه یو مول اسیتیک اسید
ایتایل ایستر الس ته راځي.
126 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
.5د فارم الدیهاید د ترای میرایزېشن څخه کړییز (1/3/5 – Trioxan) Trioxymetheleneحاصلېږي.
الس ته راغلی ترکیب په اوبو او عضوي محللو کي په آسانۍ سره حلېږي او ارجاعي خواص نه لري.
.4که اسیت الدیهاید ته څو څاڅکي ټینګ (غلیظ) د ګوګړو تېزاب واچول شي نو په ډېر شدت سره د هغه
ټرایمیریزېشن پلي کېږي او مایع 1/3/5 – Trimethyl - ،(2,4,6 – Trioxan) ،Paraldehydالس ته
راځي.
د الدیهایدو استحصال:
د کاربن تېزابو هلوجنید کېدای شي د کټلیسټ په واسطه په الدیهاید باندي ارجاع شي د دې لپاره چي
د الدیهاید د ارجاع څخه مخنیوی وشي د پالډیم او باریم سولفیټ کټلیسټ )(Rosendmund – Reduction
څخه استفاده کېږي.
127 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د دې مرکباتو ځانګړې نښانه دا ده چي د دوو الکایل ګروپو تر منځ د کاربونیل ګروپ واقع دی .که د
الکایل دواړي معوضې یو شان وي د ساده او که مختلفي وي د مختلف کیتون په نامه یادېږي.
د کیتون معمولي نوم د Ketonپه وروستاړي ختمېږي او د هغه نه مخکي د الکایل د دواړو ګروپو
نومونه راځي په دې ترتیب چي لومړی کوچنی او ور پسې د الکایل لوی ګروپ ذکر کېږي د مثال په توګه:
د IUPACد سیستم په اساس د کیتون نوم د هغه د اړونده الکان څخه مشتق کېږي .د الکان د نوم په
پای کي د onوروستاړی ور زیاتېږي .ډای کېتون د الکان د نوم په پای کي د dionپه ور زیاتولو سره نومول
کېږي.
128 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د کيتون استحصال:
د دوهمي الکولو څخه :د دوهمي الکولو د اوکسدېشن څخه د کروم ) (VIاوکساید او سرکې تېزابو او یا
د ډای الکایل سلفواوکسایډ په واسطه کیتون حاصلېږي.
کاربوکسیلیک اسید
مشبوع عضوي تېزابونه د اولي الکولو یا الدیهاید د اوکسدېشن څخه حاصلېږي .د دې مرکباتو مهمه
نښانه د کاربوکسیل د ګروپ ) (-COOHلرل دي او عمومي فورمول یې په الندي ډول دی:
د کاربن د تېزابو ځیني لوی مالیکولونه په شحمو کي پیدا کېږي نو له دې کبله د شحمي تېزابو په نوم هم
یادېږي.
129 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د کاربوکسیل ګروپ :د کاربوکسیل ) (-COOHپه ګروپ کي د هایدروکسیل ) (-OHتېزابي خاصیت د
الکولو د هایدروکسیل ) (-OHد ګروپ په پرتله قوي دی .د منرالي تېزابو په پرتله عضوي تېزابونه ډېر ضعیف
دي.
نوم ایښودنه
د کاربن تېزاب د ډېري پخوا زمانې را هیسي معلوم دي او زیاتره یې معمولي نومونه )(Trivial names
لري چي د حیواني او یا نباتي سرچینو د پیدایښت څخه منشأ اخلي د مثال په توګه فارمیک اسید (د مېږي
تېزاب) اسیتیک اسید (د سرکې تېزاب) او داسي نور.
د IUPACد سیستم په آساس مشبوع الیفاتیکي عضوي تېزابونه د الکان د تېزابو په نامه یادېږي.
( )3.8جدول :د ځینو مشبوع عضوي تېزابو نومونه او طبیعي پیدایښت
فزیکي ځانګړتیاوي
د عضوي تېزابو د کاربوکسیل ګروپ یو د C=Oقطبي او یو د OHقطبي ګروپ لري .له همدې سببه
کوالی شي چي دوه مالیکولونه په خپلو منځو کي دوې هایدروجني اړیکي جوړي کړي او د یوه نسبي ثابت
) (Dimerپه شکل اسوسېشن کېږي چي حتا د بخار حالت کي هم دغه حالت ساتل کېږي.
130 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
همدا وجه ده چي د عضوي تېزابو د ایشېدو ټکي د الکولو په تناسب (چي نږدې یو شان مالیکولي کتله ولري)
لوړه ده .د مثال په ډول:
په کنګل (جامد) حالت کي هم عضوي تېزابونه د ډای میر په شکل وي .هغه زنځيري عضوي تېزابونه
چي د کاربن شمېر یې جفت وي ډېر ښکلی (منظم ،منسجم) جوړښت لري چي له همدې کبله یې د ویلي کېدو
ټکی یې د هغو تېزابو په پرتله چي د کاربن شمېر یې طاق وي لوړ دی .د مثال په توګه د سرکې تېزاب په 16.6
OCاو پروپانوئيک اسید په -22 OCکي ویلي کېږي .د عضوي تېزابو د سلسلې څخه لومړی درې تېزابونه د بې
رنګه تخریش کوونکي مایع په حالت پیدا کېږي چي په اوبو کي په هره اندازه حلېږي.
عضوي تېزابونه چي د څلورو څخه تر اتو پوري د کاربن اتومونه لري ټینګه مایع ده د خولې په څېر ډېر
خراب بوی لري .هغه تېزابونه چي د لسو کاربنو څخه زیات کاربنونه ولري نرم او پارافین ته ورته مواد دي.
استحصال :د عضوي تېزابو د استحصال عموي طریقې په الندي ډول دي:
.1د اولي الکولو او الدیهاید د اوکسدېشن څخه :اولي الکول په آسانۍ په الدیهاید اوکسدېشن کېږي .د
الدیهاید د اوکسدېشن څخه د کاربن تېزاب حاصلېږي.
د اکسیدانټ په توګه د HNO3, KMn4, CrO3او ځینو نورو معیارونو څخه ګټه اخیستل کېږي.
131 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د ښورې تېزاب هم یو قوي اکسیدانت دی چي خپله په آسانۍ سره په NO2ارجاع کېږي.
.5د نیتریل هایدرولیز :د نیتریل مرکبات په ګرم تېزابي او یا قلوي اوبلن محلول کي په اړونده تېزابو او
امونیا باندي بدلېږي .د الکان نیتریل هلوجن الکان او سیاناید ایون څخه الس ته راځي.
132 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
نهم څپرکی
بيو ماليکولونه
(Carbohydates) کاربوهايدريتونه
کاربوهايدريتونه او د هغوی اهميت
د کاربوهايدريتونو نوم ايښودنه او طبقه بندي
Configuration د قندونو جوړښت
(Oligosaccharides) څو قيمته قندونه
(Disaccharides) دوه قیمته قندونه
(Trisaccharides) درې قيمته قندونه
(Polysaccharides) پولي سکرايدونه
خواص او استعمال،(Starch) نشايسته
133 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ګاليکوجن )(Glycogen
سلولوز ) (Cellolloseاو د هغه استعمال
امينو اسيدونه )(Amino Acids
اليفاتيکي امينو اسيد
اروماتيکي امينو اسيد
د امينو اسيدونو تېزابي او قلوي خواص
پروټينونه )(Proteine
امينو اسيدونه د حجرو (ژونکو) د جوړوونکو په توګه
د پروتينو لومړنی ،دويم او درېم جوړښت
کاربوهايدريتونه ):(Carbohydates
134 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
کاربوهايدريتونه په نباتاتو کي د فوتوسنتيز د عمليې په واسطه د کاربن ډای اوکسایډ او اوبو څخه د
اکسېجن په آزادېدو سره جوړېږي .په دغه انزايمي سنتيز کي د نور انرژۍ ته اړتيا وي چي د کلوروفيل په واسطه
جذب کېږي .د فوتوسنتيز په واسطه دغه جوړ شوی مهم قند ګلوکوز د پولي سکرايډ په څېر ،د مثال په توګه په
نباتات و کي د نشايستې او په حیواناتو کي د ګاليکوجن په توګه ذخيره کېږي .ګلوکوز د تنفس په واسطه تجزیه
کېږي ،کاربن ډای اوکسايډ ،اوبه او انرژي آزادېږي.
135 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
کاربوهايدريتونه او د هغوی اهميت:
کاربوهايدريتونه (قندونه) ،شحميات ،پروتينونه او ويټامينونه زموږ د ژوندانه مهم او اساسي خواړه
جوړوي.
په 1844کال کي کيميا پوه Karl Schmidtد دغه مجموعي فورمول (CH2O)nله کبله په دغه مهم او
لوی ګروپ مرکبات Carbohydrates, Cn(H2O)nونومول او ويې ويل چي کاربوهايدريتونه هغه مرکبات دي
چي د کاربن تر څنګ هايدروجن او اکسېجن د اوبو په تناسب يعني ) (2:1ولري.
د کاربوهايدريتونو دغه تعریف په اوسني وخت کي پوره سم نه دی ،دا ځکه چي په ځينو
کاربوهايدريتونو کي د هايدروجن او اکسېجن تناسب 2:1نه دی .د مثال په توګه اسکاربيک اسيد (ويټامين)C
چي مجموعي فارمول یې C6H8O6دی او يا برخالف ځيني مرکبات شته چي په هغو کي د هايدروجن او
اکسېجن تناسب د اوبو په شان 2:1دی اما کاربوهايدريتونه نه دي .سربېره پر دې ځيني کاربوهايدريتونه د
کاربن ،هايدروجن او اکسېجن تر څنګ نايتروجن او سلفر لري.
136 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د کاربوهايدريتونو نوم ايښودنه او طبقه بندي:
د کاربن اتومونو د شمېر له مخي Aldosenاو Ketosenد Triosen C3, Tetrosen C4, Pentosen C5,
Hexosen C6, Ketohexose C7په نومونو يادېږی .د دې له مخي ګلوکوز يو Aldohexoseاو فرکتوز يو
Ketohexoseدی.
کاربوهايدريتونه د ساده (يو قيمته) قندونو د شمېر له مخي په درو ګروپونو وېشل کېږي:
مونو سکرايدونه ازاد الديهايدي او کيتوني قندونه دي .د (C5H10O5) Pentoseله جملې څخه
Riboseاو د (C5H12O6) Hexoseله جملې څخه ( Glucoseد انګورو قند) او ( Fructoseد مېوې قند) مهم
مونو سکرايدونه شمېرل کېږي.
په دغه قندونو کي د 2 – 10پوري مونو سکرايدونه د اسیتال په څېر د يوه او بل سره تړلي وي او د
هايدروليز په واسطه په ساده قندونو تجزيه کېږي .د مثال په توګه ډای سکرايدونه ،ترای سکرايدونه ،تیترا
سکرايدونه او داسي نور.
په پولي سکرايدو کي د 10څخه تر څو څو زرو پوري مونو سکرايدونه د يوه او بل سره تړلي وي او په خپلو
خواصو کي د مونو او اوليګو سکرايدو سره ډېر توپیر لري .نشايسته ،ګالیکوجن او سلولوز د مهمو پولي
سکرايدو له جملې څخه شمېرل کېږي.
137 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
138 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
څو قيمته قندونه ):(Oligosaccharides
مهم طبيعي قندونه د دوه څخه تر څلورو پوری مونومير (ساده قندونه) لري .دوه قيمته ) ،(Di-درې
قیمته ) (Tri-او څلور قیمته قندونه ) (Tetrasaccharidesد ساده قندونو ) (Monosaccharidesپه څېر
خواږه ،کرستلي مواد دي چي په اوبو کي حلېږي.
په طبيعت کي يوازي يو څو ډای سکرايډونه په ازاد ډول پيدا کېږي د مثال په توګه ( Saccharoseد
جغندر او ګني قند(( Lactose ،د شيدو قند) او ( Maltoseد اوربشو قند) د مونو سکرايدونو په کړييز سیستم
کي دوه رقمه د هايدروکسيل ) (-OHګروپونه وجود لري ،يو ډول يې د نيمه اسیتايل )په Aldosenکي د C1او
په Ketosenکي د )C2او بل ډول يې الکولي ) (-OHګروپونه دي.
غير ارجاعي دوه قيمته قندونه ) (Lactoseد شيدو قندونه دي چي د ښځو په شيدو کي 5 – 7%او د
غواګانو په شيدو کي 4 – 5%وجود لري .دغه قند يوه بې رنګه ،کرستلي ماده ده چي به اوبو کي په اسانۍ
حلېږي او لږ څه خوږ خوند لري.
د شيدو قند ) (Lactoseد تيزابي هايدروليز او يا د Lactoseانزايم په واسطه په يوه ماليکول D – Glucoseاو
يوه ماليکول D – Galactoseجدا کېږي.
د درې قيمته قندونو له جملې څخه يوازي Raffinoseد اهميت وړ دی چي په جغندر کي پیدا کېږي .په
دغه قند کي د D – Fructose ،D – Glucoseاو D – Galactoseيو – يو ماليکول د ګليکوزید په څېر د يوه
او بل سره تړلي دي .دغه قند د غير ارجاعي قندونو له ډلي څخه دی.
139 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
پولي سکرايدونه ):(Polysaccharides
د پولي سکرايدو فزيکي او کيمیاوي خواص د يو قيمته او څو قيمته قندونو څخه توپیر لري .د ماليکول نسبي
کتله د 17000نه تر څو ميليونو پوري ده.
نشايسته ):(Starch
140 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
نشايسته د شنو نباتي حجرو د اسیمیلېشن ) (Assimilationمحصول دی .د اسيميلېشن د عمليې
مفهوم دا دی چي د هوا کاربن ډای اوکسایډ د شنو نباتي رنګه موادو کلوروفيل ) (Chlorophyllبه کتلسټي
کومک او په عين وخت کي د لمر د وړانګو تر اغېزي الندي په نشايسته بدلېږي( .فوتوسنتيز .)Photosynthese
په دغه عمليه کي نب اتات د اکسېجن ماليکولونه ورکوي او د دې په واسطه پر ځمکه باندي هر کال نږدې 100
مليارډه ټنه نشايسته جوړېږي .دغه جوړه شوې نشايسته د کوچنيو ،سپينو دانو په څېر په )(Chloroplasten
کي ذخيره کېږي.
د نشايستې مستقيم انتقال د يوه نبات په داخل کي ممکن نه دی ،دا ځکه چي د حجرو ميمبران د
نشايستې د کوچنيو کلوئيدي ) (Kolloideدانو لپاره د تېرېدو وړ نه دی .اما نباتات کوالی شي چي د
اسيميلېشن په واسطه جوړه شوې نشايسته د انزايم په واسطه لومړی په مالتوز ) (Maltoseاو وروسته په ګلوکوز
) (Glucoseتجزيه کړي.
141 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د نشايستې خواص او استعمال:
نشايسته سپین ،اوبه جذب کوونکي پوډر دي ،چي په يخو اوبو کي نه حلېږي .که نشايستې ته د اوبو
سره نږدې تر 90 oCپوري تودوخه ورکړل شي نو د نشايستې يوه برخه ) (Amyloseد اوبو سره کلوئیدي محلول
) (Kolloidجوړوي .د دغه محلول د فلټراټ څخه د الکولو په واسطه حل شوې نشايسته بېلېږي ،د ايوډين او
پوتاشيم ايوډايډ د محلول سره مخصوص آبي رنګ ورکوي .دغه تعامل د نشايستې او ايوډين د تشخيص لپاره
استعمالېږي .اميلوپکټين ) (Amylopectinپه اوبو کي نه حلېږي ،د ايوډين سره سور بنفش رنګ ورکوي.
که د نريو تېزابو سره نشايستې ) (Amylose + Amylopectinته جوش ورکړل شي ،نو تر – D
Glucoseپوري تجزيه کېږي .که د نشايستې هايدروالیز د مخه قطع شي ،نو د پولي سکرايډ زنځير په مختلفو
کوچنيو ټوټو جدا کېدل ډېر مشکل دی Dextrine .د سريښناکي مادې او همدارنګه د ډبرو لپاره د آر ورکولو
مادې په توګه استعمالېږي .نشايسته به زیاته اندازه د غذا لپاره د وریجو ،کچالو ،اوړو او داسي نورو په شان
په مصرف رسېږي.
ګاليکوجن ):(Glycogen
لکه څنګه چي نشايسته يوازي به نباتاتو کي جوړېږي ،همدارنګه حیوانات کوالی شي چي
کاربوهايدريتونه په ځيګر کي (د ځيګر د وزن تر )18%پوري او په عضلو کي (د عضلې د وزن تر )1%پوري د
ګالیکوجن په شان ذخيره کړي .د ګاليکوجن د تېزابي هایدروالیز څخه D – Glucoseحاصلېږي .د – D
Glucoseماليکولونه د اميلوپکټين په څېر سره تړلی دي.
سلولوز ):(Cellollose
142 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د نباتي حجرو دېوالونه په زياته اندازه د سلولوز څخه جوړ شوي دي .پنبه 98%سلولوز لري ،د لرګيو
څخه 50%او د واښو څخه نږدې 30%سلولوز الس ته راوړل کېږي .سلولوز په اوبو او عضوي محللو کي نه
حلېږي .خالص سلولوز د پنبې څخه چي غوړي يې مخکي له مخکي د نري سوديم هايدروکسايد محلول په
واسطه ايستل شوي وي ،حاصلېږي.
د سلولوز استعمال:
سلولوز په تخنيک کي ډېر زيات اهميت لري او د لرګيو څخه د تېزابي (سلفيټ )Sulfitطريقې او يا د
القلي (سلفاټ )Sulfatطريقې په واسطه الس ته راوړل کېږي.
د سلولوز زیات مقدار په تخنيک کي د کاغذ جوړولو لپاره په کار وړل کيږی .د لرګيو څخه حاصل شوی
سلولوز د تېزابو سر ه په ګلوکوز هايدرواليز کېږي چي د ايتانولو د جوړولو او د حيواناتو د تغذيې لپاره ور څخه
ګټه اخيستله کېږي.
د سلولوز او ښورې تېزابو څخه د ګوګړو تېزابو په موجوديت کي د مونو ،ډای او ترای نايترو سلولوز
ايسترو مخلوط حاصلېږي .د نايتروګليسرين په څېر دغه مرکبات هم د نايترو مرکبات نه دي ،مګر ايسترونه
دي .له همدې کبله د نايترو سلولوز نوم د کيمیا له لحاظه درست نه دی .مګر دغه مرکبات سلولوز نايتريت
) (Nitrateیعني ایسترونه دي ،چي د باروتو د جوړولو لپاره استعمالېږي دغه باروت ډېر کم لوګی لري.
هغه سلولوز نايتريت ،چي په هغه کي 2,5 – 2,7پوري د –OHګروپونه په Nitrateعوض شوي وي ،د
انفالقي موادو په توګه کارېږي .که چيري د 2,1 – 2,5پوري د –OHګروپونه په –ONO6عوض وي نو دغه
سلولوز نایتريت د مصنوعي موادو ) (Celluloidد جوړولو او ځال ) (Lackلپاره استعمالېږي.
سلولوز اسيتات ،چي د سلولوز د استلېشن څخه د اسيت انهايدرايد او ګوګړو تېزابو په واسطه
حاصلېږي ،د مصنوعي ورېښمو ) (Rayonد جوړولو لپاره ور څخه ګټه اخيستله کېږی.
143 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
امينو اسيدونه هغه الیفاتيکي يا اروماتيکي کاربوکسيليک اسيد او سلفونيک اسيد دی ،چي لږ تر لږه
د ( )𝛼, 𝛽, γيا د اورتو ) ،(Oمېتا ) (Mاو پارا ) (Pپه موقعيتونو کي د امينو ) (Aminoيو ګروپ ولري .امينو
اسيد دوه فعاله ګروپونه يعني کاربوکسيل او امين لري او د پورتني اساسي مواد جوړوي .څرنګه چي د امينو
اسید دواړه فعاله ګروپونه تېزابي او قلوي خواص لري ،دغه مرکبات امفوتر ) (Amphotherدي او د
Zwitterionsاو يا د داخلي مالګي په شان پیدا کېږي .د مثال په توګه Glycinچي پخوانی نوم يې Glykokoll
دی ،په زياته اندازه د Zwitterions – Formلري.
144 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
اليفاتيکي امينو اسيد
په الندي ډول طبيعي امينو اسیدونه چي د پروتين د پيپټېډ ) (Peptidاړيکو د هايدروالیز څخه الس ته راځي ،تر
غور الندي نيول کېږی .د پروتين ټول امینو اسيدونه الندي ساختمان لري:
145 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د پروتين شل امينو اسيدونه چي په اتم جدول کي ښود شوي دي ،د جانبي زنځير ) (Rپه واسطه د يوه او بل څخه
توپیر کېږي:
څلور امينو ډای کاربوکسيليک اسيد او د هغې امايدGln, Glu, Asn, Asp :
146 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
لنډ نومونه او يو حرفي کوډ، نومونه، د پروتين امينو اسيدونو ساختماني فورمولونه: جدول1.9
147 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د امينو اسيدونو تېزابي او قلوي خواص:
امينو اسيد هم تېزابي او هم القلي خواص لري یعني Amphoterدي ،د دوی مخصوص خواص د امين او
کاربوکسيل ګروپونو په انفکاک او يا په بل عبارت سره د اوبلن محلول د PHپه قيمت پوري اړه لري.
هغه الفا امينو اسيدونه چي د الفا په موقعيت کي د الکايل جانبي زنځير لري ،د الفا کاربوکسيل ګروپ له
سببه د 1.5څخه تر 2.5پوري د Pkaقيمت او د الفا امينو ګروپ له سببه د 8 – 10پوري د Pkaقيمتونه لري.
د انفکاک د معادلې څخه څرګندېږي چي امينو اسيد په هیڅ کوم PHکي (حتا د جامد په حالت کي) هم غير
چارچي فورم H2N – CHR – COOHنه لري .آزاد امينو اسيدونه همېشه چارچ لري.
پروتون نصب شوی امينو اسيد خنثی امينو اسيد پروتون جال شوی امينو اسيد
148 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
:(Proteine) پروټينونه
149 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
پروتين د حیواني او نباتي ژونديو حجرو د ودي لپاره يو ځانګړی اهميت لري .د قندونو او شحمياتو تر
څنګ پروتين د انسانانو او حيواناتو د غذائي موادو بنسټيزه برخه تشکيلوي .نږدې 18%د انسان بدن د
پروتينو څخه جوړ شوی دی .پروتين په اورګانيزم کي نه یوازي د انرژۍ سرچينه ده ،بلکي د هورمونونو او
انزايمونو په توګه هم رول لوبوي.
پروتينونه هغه لوړ ماليکولي کلوئيدي طبيعي مواد دي چي د زيات شمېر مختلفو الفا – امينو اسيدو
څخه جوړېږي .امينو اسيدونه په يوه اوږده زنځير کي د يوه او بل سره د پيپتېد اړيکي - CO – NH -په
واسطه تړل کېږي .د پروتين د جوړښت لپاره اړين عنصرونه لکه کاربن ،اکسېجن ،هايدروجن ،نايتروجن او
سلفر نباتات د هوا د کاربن ډای اوکسايډ ،اوبو او په ځمکه کي د موجودو مالګو لکه د نايتريت ،امونيم
مرکباتو او سلفايټ څخه رانيسي .لېکن د دې پر خالف حيواني اورګانيزم نه شي کوالی ،هغه امينو اسيدونه چي
د پ روتين د جوړښت لپاره اړين دي ،په خپله جوړ کړي .نو له همدې امله د بدن د عادي دندو د اجراء په خاطر
بايد پروتين په دوامداره توګه واخلی.
د انسان په خوړو کي د پروتين موجوديت ډېر زيات مهم دی .الندي حيواني محصوالت د پروتين څخه ډېر غني
دي:
150 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
وينه نږدې ،20%د پلې (عضلې) غوښه ،19%ماهی ،13%هګۍ 12%او شيدې .3%نباتي پروتين تر ټولو
زيات په تخم کي ذخيره کېږي.
نباتات او مختلف کوچني ذره بيني ژوندي موجودات ( Microrganismenالجي او خاص ميکروبونه
څخه امينو اسيدونه جوړ کړي. )Bakterienپه دې قادر دي چي د
حيوانات برعکس ،نه شي کوالی چي ټول 20الفا – امينو اسيدونه په خپله سنتيز (جوړ) کړي ،نو له همدې سببه
پروتين لرونکو خوراکي موادو ته اړتیا لري .د حيواني او نباتي ژونديو حجرو د تکامل لپاره پروتين خاص
اهميت لري .له دې کبله امينو اسيدونه په اساسي ،اصلي ) (Essenialامينو اسيدو لکهTry, His, Met, Thr, :
Tle, Phe, Val, Leu, Lysچي د انسان د خوراک لپاره اړين دي او په غير اساسي ) (Non – Essentialامينو
اسيدو لکه Pro, Ala, Glyاو داسي نور چي وجود يې خپله جوړوالی شي ،توپیر کېږی.
په بدن کي پروتين په دوامداره توګه د Endo -او Exopeptidasenپه واسطه په امينو اسيدو باندي جدا
کېږي .دغه امينو اسيدونه دوهم ځل يا د پروتين د جوړېدو لپاره استعمالېږي او يا د مختلفو تعامالتو به واسطه
په مختلفو موادو باندي بدلېږي.
151 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
امينو اسيدونه په بدن کي نه يوازي د انرژۍ د سرچينې په توګه اهميت لري چي د پروتيني خوراکي موادو
څخه الس ته راځي ،د پيپتېد هورمونونو او انزايمونو او همدارنګه د نورو مرکباتو ميکرو اورګانيزم په واسطه
جوړېږي او يا د کيمياوي تعامالتو په واسطه حاصلېږی ،د انټي بيوټيک په حیث استعمالېږي.
د پروتين ساختمان د ډېرو زياتو ورته پيپټېډ زنځيرو څخه جوړ دی چي د پيپټېډ هر زنځير څو سوه د
امينو اسيدو بقيې لري .د پروتين په ماليکول کي د پيپټېډ هر زنځير د ډای سلفايډ پله (اړيکي) ،هايدروجني
اړيکه او يا د ايوني رابطو په واسطه د يوه او بل سره تړلي وي.
د پروتينو د بيولوژیکي فعاليت لپاره د کيمياوي جوړښت تر څنګ تر هر څه د هغوی فضائي جوړښت د اهميت
وړ دی ،چي د فزيکي مېتودو لکه ) (Elektronenmikroskope, Rontgenstrukturanalyseاو داسي نورو
په واسطه تعيينېږي .په دې کي د ساختمان مختلفي مرحلې د ساختماني ايزومير ) (Strukturisomereپه څېر
توپیر کېږي.
152 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
په دويمي ساختمان سربېره فضائي نغښتی موجود دی چي د هغې استحکام او ثبات د نورو تر څنګ د
:ډای سلفايډ اړيکو په واسطه اجراء کېږي د مثال په توګه
153 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
لسم څپرکی
ويټامينونه )(Vitamins
د دې څپرکي مهم موضوعات په الندي ډول دي:
ويټامينونه
د ويټامينونو تا ريخچه ((History of Vitamins
د ويټامينونو طبقه بندي د انحالليت پر بنسټ په اوبو او شحمياتو کي
ویټامینونه او ګټي یې
ویټامینونه او د هغوی نوم ښود
د ویټامینو) (Vitaminارزښت او د هغو دنده
154 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ويټامينونه دهغو عضوي اغېزمنو موادو څخه عبارت دي چي د انساجود ودي ،فعاليت او ساتني لپاره
ضروري دي .يا د غذايي موادو مهمه او حياتي برخه ويټامينونه دي.
د وېټامين ) (Vitaminنوم د ) (VitaminB1څخه اخيستل (مشتق) شوی دی چي لومړی ځل وڅېړل شوC.Funk .
په ۴۰۴۴م کال کي پيدا کړه چي دغه ماده ) (Vitamin B1هم د ژوند لپاره ضروري دی( .ژوند = )Vitaاو هم د
امين ) (Aminپه څېر تعامل کوي .که څه هم زياتره ويټامينونه د خپل کيمیاوي طبيعت له مخي امينونه نه دي،
خو سره له دې هم دغه نوم په نړيواله کچه منل شوی دی.
ويټامينونه په حيواني او نباتي انساجو کي په لږه اندازه پيدا کېږي .ورځنى احتياج يې د عضويت لپاره
کم دى ،ويټامينونه په عمومي توګه د انسان په بدن کي نه جوړېږي ،بايد د غذا له الري واخیستل شي.
ويټامينونه او هورمونونه دواړه فعال مواد دي خو اساسي توپير يې دا دى چي هورمونونه تنظيم کوونکي مواد
دي او د بدن په دننه کي جوړېږي ،اما ويټامينونه غذايي مواد دي او په بدن کي کم شمېر يې Vit-Kاو د
B.Complexځيني ويټامينونه جوړېږي او د غذا له الري باید واخیستل شي .که چېري دغه عضوي کټلسټونه
يا اغېزمن مواد په خوړو کي نه وي نو سختي ناروغۍ پیدا کېږي.
155 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ډاکتر ) (Frunkپه ٩١٩١م کال کي د ويټامين نوم د دوو کليمو څخه ) (Vitaچي د ژوند مانا لري او بل
يې د امين ) (Amineکلیمې څخه مشتق کړ.
پروفيسور ) (Drummondپه ٩١١١م کال کي د ) (Amineدکليمې څخه د Eد توري د لري کولو وړانديز وکړ او
د قبول وروسته يې د ويټامين کليمه د استفادې وړ وګرځېده او دا کليمه د خاص او عام په خوله کي پرېوته .تر
اوسه پوري ١١ويټامينونه پېژندل شوي دي او نورو پسې څېړني رواني دي.
ويټامينونه هغه عضوي مواد دي چي په کمه اندازه په خوړو کي د انسان او حيوان د ژوند د ادامې ،د
نسل دتوليد ،صحت ،نورماله نمو او ودي ،د ژوند د سالمي روزني لپاره ضروري دي .د ويټامينونو مهمه
وظيفه دا ده چي انزايمونه فعالوي او د کوانزايم په شکل عمل کوي ،پروتينونه فعالوي او په انزايم يې بدلوي،
بيا انزايم کيمياوي تعامالت مخکي بيايي.
ويټامينونه ډېر وروسته کشف شوي دي دا ځکه چي په ډېر کم مقدار د نباتاتو په انساجو کي پيدا
کېږي .لومړنى عالم چي د ويټامينونو په باره کي يې کشفيات شروع کړه د Hop kinپه نوم يادېده او يو ګروپ
موږکان يې تر تجربې الندي ونيول او داسي خوراک يې ورته ورکړ چي شکري ،شحميات ،پروتينونه او معدني
مواد پکې وو او دا فکر يې کاوه چي دا څلور مواد مکمل غذايي مواد دي ،ولي د ويټامين څخه خبر نه وه .نو
کله چي موږکانو ته مصنوعي غذا ورکړل شوه ،وليدل شو چي موږکان په بېال بېلو ناروغېو باندي اخته شول.
د دې څخه داسي نتيجه ال س ته راغله چي د دې غذايي موادو څخه ماسېوا ،نور مواد هم شته چي د
ژوند لپاره مهم او ضروري دي چي دا نامعلومه ماده د Accessory Factorپه نوم سره ياده شوه او جهان ته يې
اعالن کړه چي کله يې په طبيعي خوراکونو سره موږکان تغذيه کړل ،نو صحت يې وموندکله چي ورته مصنوعي
ډول غذا ورکړل شوه نو په مختلفو ناروغېو دوباره اخته شول .د دوهم ځل له پاره چي ناروغو موږکانو ته طبيعي
خوراکه ورکړل شوه نو موږکان بيرته جوړ شول.
نو د دې څخه داسي معلومېږي چي په طبيعي خوراکه کي ځيني مواد شته چي د ژوند د بقا لپاره په
کارېږي او لومړۍ مادې ته يې Accessory Factorنوم ورکړ او د دنيا پوهان دې ته متوجه شول او زيات مواد
يې الس ته راوړل ،نو کله چي دغه خوراکونه د خالصو خوراکونو سره يو ځای شول نو حيوانات به نه ناروغه
کېدل .بيا دغه مواد يې تجزيه کړل ،نو دوى وليدل چي دې موادو د NH2 Aminګروپ درلوده او د ژوند لپاره
مهمه ده نو ځکه يې د Vitaminپه نوم سره ياد کړل څرنګه چي دا مختلفي مادې وې چي اول کشف شوې او په
الندي ډول طبقه بندي شوي دي د ويټامين ( )Aپه نوم ،دوهم د ويټامين ( )Bاوداسي نور تر ويټامين ( )Hپوري
نوم ورکړل شو ،ولي وروسته له دې څخه يې يو يو د تجربې الندي نيول.
156 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
په دې نږدې وختونو کي ځيني نور ويټامينونه هم کشف شول .د ويټامين کلمه د لومړي ځل لپاره په
کال ( )٩١٩١ميالدي کي د Frankپه واسطه استعمال شوه.
کله چي دغه ويټامينونه د ( )Intestinal micro floraپه واسطه جوړېږي لکه (Vitamin B-
)Complexکورنۍ د دې تر څنګ خوګ ،انسان او شادي ويټامين ( )Cنه شي جوړوالی ،بايد په خوراک کي
ورکړل شي .د ويټامينونو د کمښت ستونزي يا خو په غذا کي د ټاکلي ويټامين د نه موجوديت په وجه منځ ته
راځي او يا هم د ناروغۍ يا نورو موادو په وسيله هغه ميکانيزم له منځه ځي چي د ويټامين د جذب سبب
ګرځي.
کله چي صفراوي مالګي کمي وي نو په شحمو کي منحل ويټامينونه سم نه جذبېږي د کولمو په ناروغۍ
کي هم ورته ستونزي منځ ته راځي .د ويټامين کمبود او يا هم نشتوالی ،نه يوازي دا چي په يوه حيوان کي د
ټاکلي عاليمو د ښکاره کېدو سبب ګرځي ،بلکې هغوی د توليد د روزني له پلوه خورا د اهميت وړ دي.
157 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
158 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
په شحمو کي منحل ويټامينونه د غذايي موادو په شحمي برخه کي موندل کېږي د مثال په توګه کله چي
کوچ له مستو څخه جال شي ،په شحمو کي منحل ويټامينونه په مسکه کي ځای په ځای کېږي او په اوبو کي
منحل ويټامينونه په اوبلن محیط کي پاتي کېږي .په شحمو کي منحل ويټامينونه د شحمياتو سره يو ځای
جذبېږي او د ويني له الري ځيګر (ینې) ته انتقالېږي او په ينه کي ذخيره کېږی.
څرنګه چي په شحمو کي منحل ويټامينونه په اوبو کي غیر منحل دي ،له همدې کبله په تشو متيازو کي نه
اطراح کېږي .لېکن په صفرا او ډکو متيازو کي څه نا څه اطراح کېږي .دا ويټامينونه په عضويت کي ذخيره
کېږي .ځيګر د دې ويټامينونو غوره سرچينه ده.
159 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
:Vitamin – A
ويټامين Aچي ويټامين A1او يا Retinolهم نومول کېږي ،مجموعي فورمول يې C20H30Oدی او يو
غير مشبوع Diterpenanlkoholدی چي په زياته اندازه د ځيګر په تېلو ،هګۍ په ژيړو او شيدو کي پيدا
کېږي .په 1931م کال کي د Karrerله خوا د ځيګر د تې لو څخه جال کړل شوه او د سنتيز په واسطه د هغې الندي
ساختمان په ثبوت ورسېد:
ويټامين Aپه حیواني محصوالتو او حيواني خوړو کي د شحمي اسيدونو سره د ايستر په څېر موجود وي ،کله
چي وخوړل شي د هضمې سیستم د انزايمونو په واسطه ټوټه کېږي په ازاد ويټامین Aاو شحمي اسيدو بدلېږي.
هغه غذاګاني چي نباتي منشأ لري ،په هغې کي ويټامين Aد Provitamin Aيا د بيتا Caroteneپه
شکل موجود وي .بيتا کاروټين يوه ژيړ رنګې ماده ده چي په زیاته اندازه په ګازرو ،زردالو ،شفتالو ،ژيړو جوارو
او خواږو الوګانو کي موجود وي .بيټا کاروټين په حيواني اورګانيزم کي د انزايمونو په واسطه په دوو ماليکولو
ويټامين Aباندي پارچه کېږي ،نو له همدې کبله د Provitamin Aپه نوم يادېږي او ساختماني فارمول يې په
الندي ډول دی.
د ويټامين Aفقدان د شپې ړوندوالی يا شبکوری ) ،(Night blindnessد سترګو وچوالي )(Xerophthalmia
او د پوستکي د وچوالي ) (Xerodermiaسبب ګرځي.
:Vitamin – D
160 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د Windausله خوا د Ergosterinڅخه د لمر د ماوراء بنفش وړانګي په واسطه حاصل شو .د دې تعامل
مېخانيکيت مغلق دی او مختلف منځني مرکبات جوړوي.
ويټامين ډي بې رنګه مخروطي ډوله کرسټل دی ،د ويلي کېدو ټکی یې 121 oCده او فعاله نوري مرکب دی.
(Cholecalciferol) Vitamin D3د ويټامين Aتر څنګه د کبانو د ځيګر په تېلو کي پيدا کېږي او په 1936م
کال کي د Brockmannله خوا د کبانو د ځيګر د تېلو څخه جال کړل شو.
هغه کسان چي بدن ته يې د لمر وړانګي نه رسېږي په غذا کي د ويټامين ډي اخیستلو ته اړتیا لري.
لېکن هغه کسان چي د لمر د رڼا سره مخامخ کېږي او په پوستکي کي يې 7 – Dehydrocholesterolموجود
وي ،د ماوراء بنفش وړانګي جذبوي او په ويټامين D3بدلېږي او په غذا کي د ويټامين ډي اخیستلو ته اړتيا نه
لري .د انسان بدن 7 – Dehydrocholesterolله نورو غذايي موادو څخه جوړوي .په انسانانو کي – 7
Dehydrocholesterolاو په نباتاتو کي Ergosterolد لمر د ماوراء بنفش وړانګو په واسطه په ترتيب سره په
ويټامين D3او ويټامين D2بدلېږي .د هګۍ ژيړ ،کوچ ،شيدې او د ماهي د ځيګر تېل د ويټامين Dغوره
سرچينې ګڼل کېږي.
د ويټامين Dکموالی په هغو خلکو کي زيات ليدل کېږي چي بدن ته یې د لمر وړانګي نه رسېږي چي د
کمېږي او هغې په نتېجه کي د کلسيم او فاسفيټ مقدار په هډوکو کي
رشتيتېزم هډوکي نرمېږي .د ويټامين Dکمښت په ماشومانو کي د
يادېږي .د ) (Ricketsپه نوم او په لويانو کي د Osteomalaciaپه نوم
دې ناروغيو تداوي د ويټامين Dپه استعمال سره ښه کېږي.
ويټامين Eپه شحمو کي د منحل شويو ويټامينونو څخه شمېرل کېږی .دغه ويټامين په حيواني او
نباتي سرچينو کي پيدا کېږي .حيواني منابع يې غوښه ،ځيګر ،هګۍ ،کبان ،کوچ او شيدې دي .په نباتي
منابعو کي د پنبه دانې تېل ،د غنمو د جوانې تېل او د جوارو تېل شامل دي .همدارنګه ټول شنې پاڼي لرونکي
نباتات لکه کاهو د دې ويټامين لرونکي دي .په طبيعت کي د Tocopherolمختلف ډولونه پيدا کېږي چي د
ميتايل د ګروپونو په زياتوالي او کموالي پوري اړه لري.
:Vitamin – K
ويټامين Kهغه ګروپ مرکبات دي چي په خپل جوړښت کي د Naphthoquinonهسته لري .د دې
هستې په دوهم موقعيت کي د ميتايل ګروپ او په درېم موقعيت کي د Rبقيه ده چي د ويټامين Kد سلسلې په
مختلفو ډولونو کی مختلف قیمتونه لري.
161 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
:Vitamin K1
د ويټامين K1ساختمان په واسطه په 1939کال کي د Fieserله خوا د يوه سنتېز په واسطه د 2-Methyl-
1,4-naphthoquinonاو Phytolڅخه د اوکزاليک اسيد په موجوديت کي په ثبوت ورسېد .لومړی يو
Dihydrovitaminsجوړېږي چي د اکسدېشن وروسته په ويټامین K1بدلېږي.
:Vitamin K2
د ويټامين K2مجموعي فورمول C46H64O2دی ،د ويلي کېدو ټکی یې 54 oCدی او د بکټرياوي
ويټامينونو له جملې څخه شمېرل کېږي.
د يو لړ څېړنو په پايله کي په ثبوت رسېدلې ده چي د ويټامين Kنه شتون په حيواناتو کي د ويني د تويېدو سبب
ګرځي .د ويټامين Kکلمه د Koagulationڅخه اخيستل شوې ده .ويټامين Kد ويني په ټينګولو (لخته کولو)
Blutgerinnungکي ډېر مهم رول لوبوي.
162 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
په اوبو کي منحل ويټامينونه )(Water Soluble Vitamin
دغه ګروپ ويټامينونه ټول په اوبو کي حلېږي او د یوه او بل سره کيمياوي ورته والی نه لري .په اوبو کي
منحل ویټامينونه په الندي ډول دي:
پورتني لومړني اته ويټامينونه دبې کمپلکس ()Vitamin B Complexپه نوم ياديږي په اوبوکي منحل
ويټامينونه پرته د ويټامين B12څخه په نباتاتوکي جوړېږي .دبدن د ضرورت وړ مقدار د سبزيجاتو ،حبوباتو،
ميوه جاتو او همدارنگه د شيدو او غوښي له الري اخیستل کېداى شي .څرنکه چي په اوبو کي منحل
ويټامينونه په زياته اندازه په بدن کي نه ذخيره کېږي ،له همدې امله په دوامداره توګه بايد استعمال شي تر څو
د نېستمنۍ (فقدان)څخه يې مخنيوی وشي ،بلکي ويټامين B12لوى حالت څخه مستثنى دى ،ځکه په ځيگر
کي د څو کالونو لپاره ذخيره کېداشي .په اوبو کي منحل ويټامينونه اکثرًا په غذاگانوکي يو ځاى پيداکېږي.
که چېري يوانسان د اوږدې مودې لپاره بشپړ غذا و نه خوري ،د څو ويټامينونو فقدان يو ځای او په يو
وخت کي ظاهرېږي چي په دې وخت کي د تداوي لپاره بايد ټول ويټامينونه توصيه شي.
که چېري په اوبو کي منحل ويټامينونه زيات واخيستل شي ،اضافي مقدار یې په تشو متيازو کي د بدن
څخه خارجېږي ،ځکه په اوبو کي منحل دي او کوم تسمم منځ ته نه راوړي .لېکن په شحمو کي منحل ويټامينونه
163 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د زيات مقدار له کبله تسمم پيدا کوي چي د ويټامين Aاو د ويټامين Dتسمم ليدل شوی دی .په اوبو کي منحل
ويټامينونه په لنډ ډول تر کتني الندي نیسو:
و يټامين Bپه اوبو کي منحل ويټامين دى چي څلور يې د انسان لپاره ضروري دي چي عبارت دې له
) (Vitamin B1, B2, B6, B12څخه دي.
عضالتي فلج ،عصبي ناقراري او نوري داسي ناروغۍ د عصبي سيستم او يا د ويني په دوران کي ارتباط
لري .په ځوانانو باندي دا ناروغۍ په ناڅاپه ډول حمله کوي او لومړني عوامل يې د ستړتيا ،احساس ،په کار کي
ناغېړي ،خفگان ،نا اميدي ،ډېر ژر عصبانيت ،د اشتها خرابېدل ،د زړه غټېدل او اعصابو ضعیفوالى او نورو
ناروغیو څخه عبارت دي.
ويټامين Bدبدن رگونه اواعصاب پياوړي کوي ،زړه او مغزو ته ډېر گټور دي او د ژوند په لومړي سر کي د
Aويټامين په څېر بدن ته وده ورکوي .رنگ ترو تازه ،پوستکی غوړ ،نرم اوشفاف ساتي.
164 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د ويټامين Bد کمښت ستونزي:
که ويټامين Bبدن ته ونه رسېږي ،د زړه ،ماغزو او اعصابو له زيانمنېدو سره هاضمه کمزورې کوي ،لوږه
له منځه ځي يعني اشتهابنده شي بدن او اعصاب خوږېږي ،د زړه سکون ورک شي عضلې يو ډول سوى پيدا
کوى او ځيني وخت وپړسېږي.
165 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
دا ويټامين په اوبو کي حل کېږي او د حرارت په مقابل کي مقاومت لري او که چېري حرارت مرطوب وي،
بيا په 110 oCحرارت سره چي دوه ساعته دوام وکړي ،خرابېږي اما په وچ حرارت کي پوره مقاومت لري .د
غوښي د پخولو په وخت کي تقريبآ د ( ١٢څخه تر ) ٢١فيصده پوري ويټامين B1خرابېږي .دغه ويټامين د نور
د روښنايۍ په مقابل کي حساس دى.
ويټامين B1په نباتاتوکي جوړيږي اوهم د بدن د نريو کولمو دمفيده ميکروبونو په واسطه په وجود کي
جوړېږي .او د بدن د اړتيا وړ ويټامين B1د نباتي موادو په خوړلو سره تهيه کېږي ويټامين B1په اسانۍ سره په
کولموکي جذبېږي .د حيرانتيا خبره خو دا ده چي دا ويټامين په بدن کي د ډېرې مودې لپاره نه ساتل کېږي .او د
درې ساعتو څخه وروسته د بدن څخه دفع او د متيازو او خوړلو سره خاجېږي او نوره ډېره اندازه يې په کي
تجزيه کېږي د انسان د بدن ورځنى ضروروت ويټامين B1لپاره د ( ١څخه تر ٣ملى گرام) پوري ثبت شوى دى،
د ويټامين B1د ضرورت اندازه د ډوډۍ په خوړلو سره د ويټامين B1ضرورت پوره کېږي.
د حيواناتو ينه (ځيگر) او پښتورگي يې غوره منابع دي .ويټامين B1له دوه کړيو څخه ) (Pyrimidileاو
) (Thiazoneڅخه جوړشوى دى.
166 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
همدارنګه د Decarboxylase ، Pyruvicacid ، تيامين پايرو فاسفيټ د Keto acid oxidativ
تيامين د ښې اشتهاء ،طبیعي هضم ،شنډوالي ،شيدو ورکولو او عصبي انساجو د طبيعي دندو لپاره ضروري
دى.
دتيامين له فقدان څخه د Beri-Beriناروغۍ پيدا کېږي چي دا ناروغۍ د لرې ختيځ په حامله ښځو او
شيدو ورکونکي ښځي چي د دې منطقو خلک عمومًا د وريجو څخه استفاده کوي ،چي صيقل شوي وي دا
وريجي د تيامين څخه نېستمني دي .او شيدو رودونکو ماشومانو کي زيات ليدل کېده او په غربي نړۍ کي په
کمه اندازه په هغو کسانو کي چي دوامداره الکول څښي ليدل کېږي.
.1وچ بيري بيري ) (Dry Beri-Beriپه لويانو کي يوه مزمنه ناروغي ده چي Neuropolyيې عمده
خصوصيات دى.
.2مرطوب بيري بيري ) (Wet Beri_Beriدا يوه حاده ناروغي ده په دې ناروغۍ کي زړه عدم کفايت او
پاړسوب عمده عاليم دي.
په وچ بيري بيري کي اخته کسان ژر ډنگرېږي خپل عضالت ضايع کوي او په Peripheral Neuritisاو عضلې
یې په کمزورتيا اخته کېږي او د دغو مريضانو سره مرسته کېدای نه شي.
Retrobulbar neuritionسره ړوندوالى په ناڅاپي ډول ممکن منځ ته راشي مريض د ستومانۍ احساس
کوي ،د عضالتو ضعيفي ،حساسيت او درد په نهايت کي د عضالتو اتروفي ) (Atrophyمنځ ته راځي او کېدای
شي د Wrist drop ،foot dropاوToe dropسبب شي په سفلي نهاياتو کي ) (Ales Thesiaاو (Paraes
) Thesiaعموميت لري د پښو سوځيدنى سنډرول ) (Burniny Feet Syndکېداى شي ولیدل شي ،د ناروغ تګ
مشکل کېږي ناروغ ممکن بستر باندي محکوم شي.
167 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
هغه فکتورونه چي دتيامين يا ويټامين B1ضرورت اغېزمن کوي:
.1کله چي میتابوليک فعاليتونه زيات شي لکه تبه ( )Feverد ټايرايډد غدې د فعاليت زياتوالى ( Hyper
)Thyrodismاو په هغو اشخاصوکي چي په منظمه توگه سخت عضلي تمرينات سر ته رسوي.
.5د Peritoned Dialysisاو Hemodialysisپه ناروغانو کي ځکه د پالزما تيامين په دياليز شوى
مايع کي ضايع کېږي .تيامين په محدود شکل په عضويت کي عمومًا د تيامين پايروفاسفيت په شکل
ذخيره اما د مونو او تراى فاسفيت په شکل هم ذخيره کېږي.
په وينه کي خصوصًا د تمرين او ګلوکوز د اخیستلو څخه وروسته د Pyruvic acidد تيامين په کمېدو
کي سويه لوړېږي دا ځکه چي د تيامين پايروفاسفيت چي د هغه تعامل په پايرويک اسيد په اسيتايل کوانزايم
بدليږي ،د کوانزايم په حيث رول لوبوي او څرنگه چي د تيامين پايروفاسفيټ کمېدل موجود دى ،نو ځکه
پيرويک اسيد په اسيتايل کوانزايم اې ( )Acytyl co -Aنه بدلېږي او پايرويک اسيد سويه په وينه کي لوړېږي د
RBCد Transketolasفعاليت هم کمېږي.
په پالزما او تشو ميتازو کي د تيامين سويه کمېږي تر ټولو حساس ټيسټ د تيامين د کمېدو د تعينولو
لپاره د RBCد Transketolasفعاليت تعينول دي چي په دې فعاليت کي د تيامين د کمېدو په وخت کي کم
وي او د تيامين د توصيه کولو څخه وروسته يې فعاليت زياتېږي.
168 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
غوښه ،هګۍ او مېوه جات د ويټامين B2غوره منبع ګڼل کېږي.
د ويټامين B2د ويټامين B1سره نږدې شباهت لري ،په اوبو او الکولو کي حل کېږي په وچ حرارت کي د
اکسېج ن او اسيد په مقابل کي پوره مقاومت لري او دنور په مقابل کي حساس دى .کله کله ويټامين B2د
ويټامين Gپه نوم سره هم يادېږي او د اولين ځل لپاره په ٩١٣٢م کال کي د پنير د اوبو څخه حاصل شوی
ويټامين B2د اطفالو رشداو نمولپاره ډېر ضروري دى .دا ويټامين د بدن ويني ته اکسېجن رسوي او د
کاربوهايدريت مواد د ميتابوليزم لپاره موثر دي.
ويټامين د بدن اعضاوي سالمتيا ساتى او انسان ځوان معلوموي او همدارنگه د ويټامين په مرسته عمر
هم اوږدېږي .ويټامين B2عصبي سيستم تقويه کوي او ځيگر او پښتورگو کي ذخيره کېږي او کله چي بدن ته
ويټامين B2ونه رسېږي بيا د همدې ذخيرې څخه مصرف کېږي او ذخيره کمېږي .که چېري شيدې دوه ساعته په
لمرکي وساتل شي ،نو په دې حالت کي تقريبًا پنځوس ( )٢١فيصده ويټامين B2خرابېږي او له منځه ځي ،په
وړو کولمو کي ويټامين B2جوړېږي او لږ څه ضرورت پرې رفع کېږي.
د بدن په پوستکي کي دانې پيدا کېږي د سترگو څخه د اوښکو بهېدل شروع کېږي شونډى چاودېږي
(شونډي د پاړسوب ) (Cheilosisاو د ژبي سور والى د غوږ او پوزي تغلي کېدل ،د عصبى سيستم خرابوالى
انسان خفه او گوشه گير کېږي د ويټامين B2ورځنى احتياج اندازه ٣،٢-١،٢ملي گرامه تثبيت شوى دى.
169 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د ويټامين B2زياتوالى:
د ويټامين B2زياتوالي سره مختلف عوارض د انسان په بدن کي پيدا کېږي لکه سر درد ،د غاښونو
سستېدل او هډوکو د حجراتو جوړېدل دي د ويټامين B2زياتوالي سره عمومي ستړيا پيدا کېږي.
د رايبوفالوين له فقدان څخه کوم مشخص مرض نه ليدل کېږي د رايبوفالوين له کمېدو څخه عمومًا
Ectodermalانساج لکه پوستکي ،سترگي ،عصبي سيستم زيات متاثر کېږي د رايبوفالوين کمېدل عمومًاپه
غريب قشر کي الکوليک اشخاصو او هغه نویو تولد شویو ماشومانو کي چي د Hyperbllirub inemiaد
زياتوالي له امله Photo Therapyسره مخامخ وي او همدارنکه شيدو ورکونکو ماشومانو د RBCزيات Lysis
څخه راځي (ځکه انساني شيدې د ويټامين کم مقدار لري) ليدل کېږي او همدارنگه په مزمن
Peritoneldialysisاو Hemodialysisناروغانو کي د ويټامين B2کموالى ليدل کېږي.
.1د شونډو التهاب ،د خولې کونجونو التهاب او شونډو پاړسوب او سور والى ) (Cheilosisليدل کېږي
همدارنگه د ژبي التهاب او د ژبي د Papillaeهموار والى او ليدل کېږي.
.2همدرنگه د غوږ او پزي تفلسات او فيوژورونه (په خطي شکل څيري کېدل) ليدل کېږي.
.5همدارنگه د سترگو د قرنى التهاب ،د قرني وعايوي کېدل ،د قرنې دسترګو سور والى ،د سترګو
خارښ ) (Etchingسوزش او وچ والى ليدل کېږي او باآلخره د ليدلو قوه کمېږي.
170 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
.4د هډوکو په مغزو ( )Bone marrowکي د R.B.Cکمېدل ليدل کېږي د ويني په محيطي دوران کي يو
ډول د ويني کموالی منځ ته راځي او د Reticulocyteتعداد کمېږي.
.3په بعضي حاالتو کي د اعصابو آفت ( )Neuropathyليدل کېږي.
171 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د ويټامين B5منابع ) :(Sources
د پانتوتينيک اسيد ويټامين په انسان کي مختلفي ناروغۍ منځ ته راوړي لکه جلدي ناروغۍ
) (Dermatitisاسهاالت ) (Diarrheaاو د اعصابو خرابوالى ) (Dormentiaدغه ناروغۍ د PPويټامين لږ
مقدار د توصيې په اثردرمان کېږي.
په عمومي ډول د ويټامين B5د کمبود کلينکي اعراض په الندي ډول ذکرکېږي:
.1عصبي تظاهرات :نارامي ) (Restessessد خوب د نظم تغير يا تشويش او زياته ستومانتيا په کم او
خفيف تمرين سره.
.2د معدې عصايي تشخيص )(Disorder
.5د پښو سوځوني (سوزش) سنډروم :دا سنډروم ممکن د Acety lationد تعامل د کمبود له امله وي.
172 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ويټامين B6يا :Pyridoxine
ويټامين B6د ح رارت په مقابل کي مقاوم او بې رنګه کرسټلونه لري .ماهی ،د هګۍ ژيړ ،غوښه ،شيدې ،خمير
مايه ،حبوبات او ګولپي د ويټامين B6ښه منابع دي.
دغه ويټامين په ينه ،پښتورګي ،غوښه ،ماهي ،هګۍ ،شيدې ،وريجي ،غنم ،بادام ،سره بانجاڼ ،چای ،قهوې
او پاڼي لرونکو نباتاتو کي پيدا کېږي.
173 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د دې ويټامين د کموالي او نشتوالي له سببه د هضمي سيستم ،عصبي سيستم او پوستکي ناروغۍ منځ ته
راځي.
pyridoxineاو ويټامين B6د درو مرکباتو څخه جوړ شوى دى چي عبارت دي لهpyridoxamin, :
Phrodoxalيا د دې درې واړو مجموعې ته ويل کېږي .ويټامين B6په اوبو کي منحل او د حرارت په مقابل کي
مقاوم يا ) (Heat Stableاو بې رنگه کرستلونه لري پايريدوکسين شنه نباتات او زياتي بکترياوي ترکيبوي او د
امينو اسيدونو په مقابل کي ستر رول لري .بايد يادونه وکړوچي ويټامين B6د کاربن هايدروجن او اکسېجن
څخه جوړشوى دى د رڼا په مقابل کي مقاومت نه لري او خرابېږي په اوبو او الکولو کي حل کېږي.
ويټامين B6د امينو اسيدونو او شحمياتو (غوړيو) د ميتابوليزم لپاره ضروري څيز دی .ويټامين B6د ښځو د
حمل په موده کي د زړه بدوالى او استفراق د مخنيوي په خاطر ګټور دى .ويټامين B6د ترپتوفان څخه د
نياسين په ترکيب کي د کوانزايم په حيث کارکوي.
د ويټامين )Pyridoxine( B6الديهايدي شکل Pyridoxalاو امينو شکل يې د Pyridox amineپه نوم
يادېږي فارمول يې په الندي ډول دى:
دويټامين B6منابع:
174 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د ويټامين B6د کمښت ستونزي:
څرنگه چي ويټامين B6تقريبًا په ٩١انزايمي تعامالتو کي د کو انزايم په شکل ګډون کوي .د دې
ويټامين فقدان له کبله د ترپتوفان استقالب د ستونزو سره مخامخ کېږي په نتيجه کي
Xan Thurenic، Hydroxy ،kynurenineپه تشو ميتازو کي اطراح کېږي په نتيجه کي ويټامين B6په
نيستمنو غذاگانو باندى تغذيه کوي .د ويټامين Bکمپلکس د کورنۍ اختالفات او په Hypo chromic
Macrocytic،انيما باندي اخته کېږي .سربېره پر دې د بدن د عضالتو ضعيف والى ،جلدي امراض او نور
عصبي اختال الت (گډوډي) پيدا کوي .بدن ته د ويټامين B6د ورځنۍ اړتيا وړ اندازه دوه ملي گرامه
()١mgتثبيت شوې ده.
ويټامين B6د کمبود اثرات په نارينه وو کي له ډېر اوږد محلي کمبود څخه ظاهرېږي او عمومًا د
ويټامين B6د کمبود اثرات په حامله ښځو کي او تي رودونکو نويو تولد شويو ماشومانو کي ليدل کېږي.
د ويني د سرو کروياتو توليد ) (Erythro poiesisپوستکى اوعصبي سيستم ډېر بد متأثره کېږي.
ناروغ ته Hypochromicاو Microcyticد ويني کموالى پيدا کېږي .د لمفوسايتونو کموالى موجود وي ،په
مخ يې جلدي افات ظاهرېږي او ناروغ د پوزي او شونډو څخه د Sebumزيات افرازات لري ،د ژبي التهاب
موجود وي ،نوي زېږېدلي ماشومان د هاضمي سسيستم مشکالت او اختالالت لري.
.1د پروتينو په زيات مقدار اخيستل ځکه د پروټينو او امينو اسيدو په ميتابوليزم کي vit.B6د کوانزايم
په حيث عمده رول لري.
.2ځينى تي رودنکي ماشومان )(Infants
.5هغه ښځي چي د خولې له الري د حمل ضد دوا خوري.
.4دواگاني يا Drugsڅرنگه چي INHچي د TBضد دوا او دغه دوا د pyridoxalkinaseانزايم په نښه
کوي په نتيجه کي pyridoxal phosphateنه جوړېږي ،نو ځکه هغه ناروغان چي د TBضد دوا
خوري د ويټامين B6زيات مقدار ته ضرورت لري اما دا تاثير په ټولو ناروغانو کي نه ليدل کېږي.
ځينى نوري دواګاني لکه Cycloserine، Pencillinamineاو Hydralazineهم د ويټامين B6ضد
تاثير لري .کله چي دغه دواگاني استعمالېږي ،بايد ناروغانو ته د ويټامين B6لوړ دوز ورکړل شي.
175 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ويټامين B7يا Hيا :Biotin
ويټامين Hد ژوندانه د مهمو موادو څخه شمېرل کېږي چي د حجراتو وده عياروي او د ميکرو
اورګانيزم د ډېرښت لپاره یو اړين فکتور دی.
په نباتاتو او حيواناتو کي په ډېر لږ مقدار سره پيدا کېږي او په ثبوت رسېدلې ده چي د انسان په بدن کي د
پوستکي د عادي دندي لپاره ويټامين Hډېر اړين او اغېزمن مواد دي.
بيوټین په 1936ميالدي کال کي د Koglله خوا د هګۍ د ژيړو څخه او وروسته د Du Vigneaudله خوا د
ځيګر څخه جال کړل شو .دغه ويټامین درې نور فعال مرکزونه لري .طبيعي Biotinبې رنګه ستني ډوله کرسټل
کېږي او د حرارت په مقابل کي مقاوم دي.
بيوتين د Anti egg white injury factorپه نوم هم يادېږي .د لومړي ځل لپاره په ٩١١١م کال کي يوې
مېرمني Boasدغه Anti egg white Injury Factorپه صحرايي موږک کي چي د Dermatitisد ويښتانو
تويېدلو ،د عضلي حرکاتو د بې نظمۍ اعراض په کي شامل و ،مشاهده کړي وه او ځيګر yest ،او نور غذايي
مواد داسي يوه ماده لري چي کوالى شي صحرايي موږک د Egy whit injuryپه مقابل کي وساتي ،مګر په
٩١٩١م کال کي Gyorgyاو vigneaudوښودل چي بيوتين او Anti egg white injuryفکتورونه دواړه
سره يو شی دي.
بيوتين بي رنگه ،اوږده دستني په شان کرستلونه دي په اوبو کي په کمه اندازه منحل او د حرارت په
مقابل کي مقاوم Heat stableاو يو مونو کاربوکسيلک اسيد جوړوي د بيوتين په کموالي سره انسانانو ته د
پوستکي تخريش ،د اشتها کموالى ،ضعيفى او نور عوارض پيدا کېږي .د دې ويټامين کموالى د هگيو د زياتو
سپينو په خوړلو سره را منځ ته کېږي ،ځکه چي د هگى سپين يو مخصوص پروتين لري چي د ( )Avidineپه نوم
يادېږي.
دا پروتين بيوتين د ځان سره نښلوي او د جذب څخه مخنوى کوي ،دغه ويټامين په بدن کي د
کاربوهايدريت او شحمي غذايي موادو د ميتابوليزم په عمل کي خپله الره اجرا کوي او په Bکمپلکس گروپ
کي شامل دى .دا ويټامين د ويني گليسرين زياتوي او که چېري په بدن کي کم شي نو جلدي امراض پيدا کوي.
176 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د بيوتين کمېدل د پانقراس په عصاره کي د Biotinidaseانزايم د کمبود او په Malabsorption syndکي هم
پيداکېږي ،منځ ته راځي.
د خولې د اطرافو د ګزک (التهاب) ( )Perioral dermatitisد وېښتانو تويېدل ( )Alopeciaد تک بې
توازني ( )Conjunctivihi satxiaپه ماشومانو کي د نمو يا ودي وروسته پاتي والى عصبي يا نيورولوژيک
نقصان ليدل کېږي.
دا ويټامين په حيواني او نباتي خوړو کي پيدا کېږي ،د دې ويټامين اړتيا کمه ده ځکه چي په وړو کولمو
کي د بکتريا په واسطه جوړېږي ،اما که چېري سلفايد زيات مقدار درمل استعمال شي ،په هغه صورت کي دا
بکتريا له منځه ځي او په پای کي د بيوتين کموالى منځ ته راځي .ويټامين B7په توري ،غوښه ،څارويو زړه،
پښتورگي ،خميرمايه ،پسته ،د هگيو ژيړ ،شيدو ،سبزيجاتو ،ميوه جاتو او نوروکي پيدا کېږي.
ويټامين (Antiperniciosa – Faktor) B12طبيعي پورفرين ) (Porphyrinته ډېر ورته دیMurphy .
او Minotپه 1926م کال کي مشاهده کړل چي خام ځيګر د Perniciosen Anamieپه تداوي کي اغېزمن دي.
لومړی په 1948م کال کي K.Folkersاو E.L.Smithهر یو په جدا ګانه توګه ويټامين B12په کرسټلي ډول د
تازه ځيګر څخه جدا کړ .وروسته دغه ويټامين په نورو بيالوژيکي موادو لکه په شيدو ،غوښه او په ځينو خاصو
مرخېړيو او بکټرياوو کي وموندل شو.
ويټامين B12ستني ډوله تياره سره کرسټلونه جوړوي او 15ضلعي کړييز سيستم يې د Corrinپه نوم يادېږي.
Vitamin B12د کوبالټ ) (Coد موجوديت له سببه د Cobalaminپه نوم يادېږي .د ويټامين B12الندي
ساختمان په 1955م کال کي د D.Crowfoot – Hodgkinله خوا د Rontgenstrcekturanalyseپه واسطه
تشريح شوی دی.
177 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
دغه ويټامين د Anti pernicious anemia vitaminپه نوم هم يادېږي ،پخوا د Extrinsic factorيا
Food Factorپه نوم هم يادېده .دا ويټامين په ٩١٩٩م کال کي د يو ټن تازه ويني څخه ١١mgويټامين B12
جال شو او په ٩١١٣م کال کي دا ويټامين ترکيب شو.
دغه ويټامين د کاربن ،هايدروجن ،نايتروجن ،اکسېجن ،فاسفورس او کوبالت څخه ترکيب شوي او په
ډېره اسانۍ سره رطوبت ځان ته جذبوي او د ( )120 oCحرارت په مقابل کي مقاومت لري او په همدې حرارت
درجې کي د اسيدونو او قلوياتو په مقابل کي مقاومت نه لري ،خرابېږي دا ويټامين د اطفالو د رشد او نمو
لپاره ډېر مهم اثر لري د پورتني ميتابوليزم لپاره ډېر ښه اثر لري د دې ويټامين د ورځني احتياج اندازه د()٩_٢
ملي ګرام تثبيت شوې ده .ويټامين B12د جذب لپاره په کولمو کي گاليکوجن پروتين ( )Glycoprotineته
اړتيا لري .چي د گېډي د مخاطي غشاء خرابېږي او د Intrinsic factorپه نوم يادېږي .فارمول يې په الندي
ډول دى:
د ويټامين B12منابع:
دا ويټامين د مايکرو اورګانيزمونو په واسطه ترکيبېږي ،ينه او پښتورگي يې خورا غني منابع دي اما
دا ويټامين په شيدو ،هگۍ او ماهي کي هم پيدا کېږي .ويټامين B12د کولمو د باکتريا په واسطه هم
ترکيبېږى.
د دې ويټامين په ساختمان کي کوبالت موجود دى چي د سيانايد ايون سره تړلى دى کله چي cyano
cobalamineعضويت ته داخل شي د سيانايد ايون ور څخه جدا کېږي .ويټامين B12په فعال شکل بدلېږي،
سيانوکوبالټ امين د دې ويټامين ثابت شکل دى او په بازار کي په دې شکل خرڅېږي.
که چېري د سيانايد په عوض د هايدروکسيل گروپ د کوبالټ سره يو ځای شي د Hydroxy coalamine
په نوم يادېږي .که چېري د کوبالټ اتوم سره مختلف ګروپونه يو ځای شي د ويټامين B12مختلف قسمونه په
178 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
الس راځي ،په تدواۍ کي د ويټامين B12دوه مختلف ډولونه چي سيانوکوبالټ امين اوهايدروکسي کوبالټ
امين استعمالېږي.
د دې ويټامين غوره منابع عبارت دي له :شيدې ،هگۍ ،ځيگر ،پښتورگى ،سره غوښه ،ماهيان او داسي
نور .دغه ويټامين ډېر فعال دى کم مقدار يې هم له درمان له پاره موثر دى د دې ويټامين په هکله تشويش مه
کوئ دا پورتني غذايي مواد په هر ځای او په هر وخت کي په ډېره زياته اندازه پيدا کېږي ،د خپل صحت او
روغتيا لپاره ور څخه په ورځنيو خوړو کي ګټه واخلئ.
دا پروتين په اوبو کي د منحلو پروتينونو څخه يو پروتين دى چي په ځيگر کي ذخيره کېږي ،له همدې
کبله د ويټامين B12غوره منابع ځيگر ګڼل شوى دى که چېري کوکس د ) Intrinsic factorداخلى فکتور(
دنشوالي له کبله ويټامين B12جذب نه کړ ،نو يو ډول د ويني کمښت ورته پيدا کېږي چي د pernicious
anemiaپه نوم يادېږي ،اخته کېږي بايد يادونه وکړم چي دغه ويټامين د ويني د کروياتو په تشکيل کي ډېر
ګټور دي اوپه دي وخت کي کم خوني رامنځ ته کېږي.
د ويټامين B12د کمبود ،کمخوني په انسان کي دفوليک اسيد د کمبود په نتيجه کي منځ ته راځي هغه
Abnormality haematologicچي د ويټامين B12له کمېدو څخه پيدا کېږي د folic acidپه توصيه کولو
سره اصالح کېږي ليکن د دې ويټامين د عصبي سيستم ته نه ګرځېدونکى نقصان منځ ته راوړي چي په دې
حالت کي ناروغ paraesthesia Ataxiaد سترګو د عصب افت )neuropathy( Opicلري ،مريض خپل
Positionاو حرکي احساس له السه ورکوي .يو ځل بيا يادونه کوم چي د فوليک اسيد توصيه د Pernicious
anemiaمريضانو ته نه يوازي دا چي Pernicious anemiaتشخيص تر سيوري الندي راولي ،بلکې
نيورولوژيک تغيرات ممکن زياتوالی وکړي.
179 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ويټامين falacin, B9يا :Folic Acid
د لومړي ځل لپاره ویټامين B9په 1938م کال کي د Stokstadپه واسطه د ځيګر د اکسټرکشن څخه
جال کړل شو .وروسته د پالک (سابه) د پاڼو او يوه سلسله مایکرو اورګانیزم څخه حاصل شو .په التين کي
Foliumپاڼي ته ويل کېږي ،نو له همدې کبله د Folic acidپه نوم يادېږي .دغه ويټامين په ماچوبه (يو ډول
سبزي دي) ،پاسوليه ،لوبيا او د غنمو د غوره (نطفه) او په تېلو کي پیدا کېږي.
180 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
فوليک اسيد ستني ډوله ژيړ کرسټلونه جوړوي په اوبو او عضوي محللو کي ډېر لږ حلېږي .د تېزابو په
مقابل کي حساس دي لېکن د قلوي سره ثابتي مالګي جوړوي .د فوليک اسيد د کمښت له امله په بدن کي د
ويني کموالی ) (Macrocytic typeمنځ ته راځي.
فلويک اسيد د foliumله کلمي څخه چي يوه التني کليمه ده او د پاڼي څخه اخستل شوې ده ځکه فوليک اسيد د
نباتاتو په پاڼو کي پيدا کېږي .فوليک اسيد يوه ژيړ رنګه کرستالي ماده ده په اوبوکي په کمه اندازه منحل دي
فوليک اسيد په خنثی او قلوي محیط کي د حرارت په مقابل کي ثابت دی اما په اسيدي محیط کي نا مقاوم
ياغير ثابت دی.
فوليک اسيد په ساختمان کي درې ډوله ماليکولونه شته دي چي عبارت دي له Glutamicoاو para
amino benzoic acid, pteridinاسيد دي اما د انسان بدن له پورته درې ډوله مرکباتو څخه فوليک اسيد نه
شي جوړوالی بايد په مکمل ډول د غذا له الري واخیستل شي.
فوليک اسيد د Bکامپلکس په ګروپ کي شامل دي او د ويني د سرو حجراتو په جوړولو کي ډېره اهمه
ماده ده .فوليک اسيد د اوسپني ،مس ،ويټامين B12په موجوديت کي نږدې رابطه لري د فوليک اسيد ورځنۍ
اړتيا اندازه بدن ته ( ) 050mgتثبيت شوی دی .دا ويټامين په الندي موادوکي موجود دی:
181 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
په غذايي موادو کي د فوليک اسيد موجوديت
د فوليک اسيد موجوديت په ملي ګرام فيصد د غذايي موادو نوم ګڼه
% 33 - 38 ينه 1
% 11 - 16 زړه 2
% 12 - 14 د چرګوړي غوښه 3
% 1.1 د غوايي غوښه 4
% 1.9 هګۍ 5
% 11 - 14 ګولپي 6
%1.1 خريړي 7
%1.15 دنخودو پلي 8
%1.1. ګازري 9
%1.8 کچالو 10
%1.6 کرم (بندګلپي) 11
2.10جدول :په غذايي موادو کي د فوليک اسيد فيصدي
دغه پورته غذايې مواد په تازه مېوو ،سالد او شنو سبزيو کي هم پيدا کېږي.
182 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
دفوليک اسيد منابع
فوليک اسيد په طبيعت کي په پراخ شکل وجود لري ځکه د فوليک اسيد په نوم يادېږي چي په خاص ډول
د نباتاتو په پاڼو کي پيدا کېږي او د Folicinپه نوم يادېږي.
کيمياوي نوم يې Ptroyl Mono gluamoc Acidدي د فوليک اسيد غوره منابع ينه ،پښتورگي او غنم
دي .فوليک اسيد د کولمو د بکترياوو په واسطه هم ترکيبېږي اما دغه مقدار کافي نه دى .د عضويت د ټول
ذخيره شوي مقدار ( )6-10mgتقريبًا % 60يې په ينه کي ذخيره کېږي درې ډوله فوليک اسيد کوم چي د تغذيې
له نظره مهم دي شته والى لري ،اما فرق يې دا دى چي د ګلوتاميک اسيدونو شمير يې يو ،درې او اووه دى.
د فوليک اسيد د کمبود له امله ناروغ يو ډول د ويني کموالى ( )Macrocytictypeلري چي د وينى
تصوير ( )Blood filmيې د Pernicious aneminسره مشابه اما په دې قسم anmemiaکي عصبى سيستم نه
مصاب کېږي.
څرنگه چي هغه يوه کاربونه ټوټې چي د THPAسره نښتي دي ،د Parinesاو pyrimidinesد پيسونو
په شکل کي عمده ډول لري او دغه پيسونه بيا د نيوکليک اسيد په ترکيب کي برخه اخلي نو دفوليک اسيد
کموالى په وجه په کافي مقدار DNAنه جوړېږي او DNAد حجراتو د نارمل تقسيم لپاره ضروري دى .څرنگه
چي کافي مقدار DANوجود نه لري ،اما د RNAاو پروټينونو تشکليل دوام پيدا کوي هغه دوينى سره کرويات
183 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
چي توليدېږي غير نارمل شکل لري او دغه غير نارمل R B Cد هستې د ناقص پوخوالي له امله منځ ته راځي
اما د سايتو پالزم پوخوالي په ګډون هيموگلوبين نارمل دى.
د حجراتو د تقسيم د RBCناقص والى Defdctله امله رامنځ ته کېږي همدارنگه نيوترفيلونه
( )Hyperseemenکوي يعني د Segmentsتعداد يې زياتېږي .د نوکليک اسيد DNAد شکل د بې کفايتۍ په
نتيجه کي نارينه وو ته Azospermiaاو په ښځو کي Amenorrheaمنځ ته راځي .هغه ماشومان چي د هغو
ال spina biedaلري
ميندو څخه چي د فوليک اسيد کمبود لري توليد شي د عصبي کانال نقصان لري مث ً
.1د فوليک اسيد استعمال په Micro Cytic Anemiaکي چي د ) (Sproeپه ناروغانو کي Pregmancy,
Inifancy, Pellagدمعدې Resectionاو الکوليکو اشخاصو کي پيدا کېږي ډېر ګټور دي.
.2د فوليک اسيد توصيه Perniciousيا خبيثه کمخوني په ناروغانو کي د ويني توليد نارمل حالت ته را
ګرځوي ،لېکن نقص يې دا دى چي د اعصابو Degenerationنه اصالح کوي په ځينو حاالتو کي د
فوليک اسيد توصيه په خبيثه کمخونۍ کي شوکي نخاع تېزه يعني سريع وي ،نو ځکه فوليک اسيد B6
تر Pernicious Anemiaدرنه شي په يوازي ډول توصيه نه شي.
.5فوليک اسيد د ويټامين B6او ويټامين B12سره يو ځای د دې له پاره استعمالېږي چي پالزما د
Homo Cysteineسويه را ټيټه کړي دا ځکه چي پالزما د Homo Cystenieلوړه سويه د Heart
disease ischemicله پاره د خطر يو فکتور دى.
L (+)-Ascorbic acidپه اوبو کي د منحل شويو ويټامينونو څخه شمېرل کېږي او په خاص ډول په تازه
مېوه جاتو (مالټه او لېمو) کي او همدارنګه په کچالو ،مرچ ،بانجاڼ او د کرم په ډولونو کي پيدا کېږي .په بدن
کي د هايدروفيل انټي اسيډون په توګه عمل کوي چي بدن ته په غذا کي ويټامين Cو نه رسېږي ،نو د
Skorbutsناروغۍ سبب ګرځي چي د پوستکي او د غاښونو د اورۍ په ويني کولو او په سختو حالتونو کي د
غاښونو په لوېدلو سره پېژندل کېږي.
ويټامين Cپه 1926کال کي د Szent – Gyorgyiپه واسطه جدا کړل شو او د هغې ساختمان په
1932/33کال کي د Micheelاو Hirstپه واسطه تشریح شو .دغه ويټامين د Ketohexonic acidګاما
184 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
فورمEndiol دوه څنګ پر څنګ ګروپونه دOH پر دوه ګونې اړيکه دC = C په پورتني جوړښتي فورمول کي د
.لري
185 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ویټامینونه او ګټي یې
لکه :دهګۍ ژیړ ،په شنو او ژيړو سابو کي ،ګازري ،اینه« ،اَم» او د کب په غوړو کي سته .په الندي
مواردو کي مثبته اغېزه لري :لکه :شَ ّوکُوري ،ضعیفه لیده ،ګرمکه یا ځوانکه او د زړتیا د ټوپلو پر ضد مرسته
کوي .متوسطه ورځنۍ اړتیا دغه ویټامین ته :ښځو ته د ورځي ،0,8mgهغو ښځو ته چي خپل ماشو ته تی
ورکوي ،1,5mgنارینوو ته 0,1mgاړتیا لیدل کېږي.
لکه :په کچالو کي ،اینه ،سبوڼۍ یا خمیره ،شيدې ،په سبوس لرونکو توکو کي موجود دی .په الندي
مواردو کي دغه ویټامین ښه اغېـزه لري :د بدن وده ښه کوي ،د اعصابو دنده سموي ،ذهني او فکري توان
لوړوي .منځنۍ ورځنۍ اړتیا :ښځو ته د ورځي ،0,1mgنارینه وو ته د ورځي 1,2mgاړتیا سته.
لکه :په توتانو کي ،په شنو سابو کي ،کچالو کي ،کېوي کي ،لیمو کي ،په کَرم کي ،په اینه کي ،غټ
مرچک کي ،شتون لري ،په الندنیو مواردو کي ښه اغېزمن دي:
186 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د بدن دفاعي سيستم لوړوي ،په بدن کي نسجونه قوي کوي ،د «خَوږ» جوړېدو ته چټکتیا ورکوي ،د
زړېدو پروسه را ټیټوي .متوسطه ورځنۍ اړتیا :لویانو ته د ورځي 100mgاو شیدې ورکونکو ښځو ته 150mg
اړتیا سته.
لکه :دهګۍ په ژيړ کي ،په ماهيانو ،په اینه ،د کب په غوړیو کي او دشيدو په محصوالتو کي ،شتون
لري .په الندي مواردو کي یې اغېزه ډېره ښه ده:
لکه :قوي کول د هډوکو ،دغاښو قوي کېدل ،په بدن کي د کلسیم ) (Calciumد جوړښت سره مرسته
کول .د ویټامین ) (Vitamin Aاغېزه په بدن کي پیاوړې کوي.
متوسطه ورځنۍ اړتیا يې :لویانو او ماشومانو ته د ورځي 5میو ګرامه ) ،(µgزړو ته 10میو ګرامه
اړتیا لیدل کېږي.
پاڼي لرونکي سبزيجاتو کي ،هګۍ ،په اینه ،په نباتي کوچوکي ،د غنمو په غوړیوکي او په نورو نباتي
غوړيو کي شتون لري .الندنۍ مثبتي اغېزي لري.
لکه :د بدن د پوستکي زړتیا کراروي یاني عمر یې ډېروي ،او داسي د نور بدن د غړو زړتیا کراروي ،د
ژر ستړیا مخنیوی کوي ،د پونډیو د غړو د شخېدو مخنیوی کوي .متوسطه ورځنۍ اړتیا :ښځي 12mgپه ورځ
کي ،مور چي تی ورکوي ،17mgنارینه 15mgته اړتیا لري.
د کرم په ګل کي ،اینه ،د زویا په اوړو کي .ال ندني مثبت اثرات لري :د پوټکي ،نوکانو ،وېښتانو لپاره
ښه دي او د وېښتانو د ژر سپینېدو څخه مخنیوی کوي .متوسطه ورځنۍ اړتیا :د 30 - 60میو ګرامه )(µg
پوري اړتیا سته.
د کرم په ګل کي ،هګۍ ،شين کرم ،اينه ،پالک او په مستو کي شتون لري .اوس یې الندني مثبت اثرات
ګورو :د بدن د داخلي خون رېزۍ مخنیوی کوي ،بواسیر لږوي ،په رګو کي د وینو د بندښت مخنیوی کوي.
متوسه ورځنۍ اړتیا :یو میوګرام دیوه کیلوګرام دبدن د وزن په اندازه مصرف کېږي ).(µg/kg
187 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
دا حتمي کار نه دی ،چي څوک دي په ځانګړې توګه ويټامین رانيسي او و دي يې خوري ،بلکې دغه
ټول ويټامینونه په سبزیو کي ،مېوو ،د شیدو په محصوالتو کي او دکب په غوښو کي شتون لري .کېدای سي چي
سړی خپل خواړه د دغو ویټامینو له مخي عیار کړي او ويې خوري .د یو ډول خوراک سره باید احتیاط وسي.
ویټامین A
په کال 1919کي د Aپه توري ونومول شوچي د پوستکي او داخلي غړو او سیستمونو لکه معده،
کولمې او نورو د روغتیا لپاره ګټور ویټامین دی چي په ځیګر ،د هګیو په ژیړو ،غوړیو او شنو ترکاریو کي
پيدا کېږي.
ویټامین B
په کال 1911کي د Bپه توري ونومول شو او روښانه شوه چي د غنمو په ډوډۍ ،الوګانو ،دال پالک،
کېله ،غوښه ،ځیګر او د چرګ او ماهي په غوښه کي زیات پيدا کېږي ،په ځانګړې توګه هغه میندي چي د
امیدوارۍ پر مهال وړ غذا نه شي اخيستالی ،د دې ویټامین اخيستلو ته سخته اړتیا لري چي د بې ویټامینونو
له کورنۍ څخه ویټامین بې شپږ د ماشوم د مرکزي عصبي سیستم د ودي لپاره مهم ګڼل کېږي.
ویټامین C
دا ویټامین هم په کال 1912کي تر السه او د التيني ژبي د سي په غټ توري باندي ونومول شو چي
مهمه منشأ يې لیمو ،مالټه ،خربوزه ،رومیان ،تور بانجان ،شنه مرچ ،او ګولپي دي .د دې ويټامین مهمه دنده
دا ده چي په کولمو کي د فولیک اسید ،اوسپني او نورو ويټامینونو جذب تېز کړي.
ویټامین D
دا ویټامین په کال 1918کي کشف او الس ته راوړل شو چي د التيني توري په Dباندي ونومول شو د دې
ویټامین مهمي سرچینې يې غوښه ،ځیګر ،د هګیو ژیړ او غوړي دي ،په دې سربېره په بېالبېلو لبنیاتو لکه په
شیدو ،مستو او همدا شان په مرخېړیو یا پوڅکیو کي هم د ډي ویټامین پیدا کېږي.
188 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د دې ویټامین په اړه په پنځوسمه لسیزه کي خلکو وېره درلوده چي که د یوې مېرمني ماشوم په نس وي
او د ډي ویټامین وخوريو نو بیا ممکنه ده چي په ماشوم باندي ناوړه اغېزه وکړي او سؤی شکل پیدا کړي ،خو د
امریکا د جنوبي کاروالینا د طب په پوهنتون کي څېړنو په کاناډا کي د تر سره شوي څېړني په شان دا ثابته کړه
چي ویټامین ډي میندو ته ډېر ضروري دی .دغي تازه څېړني دا وښوده چي ویټامین ډي هم امنیدواري مور او
هم یې په نس کي ماشوم ته ډېره ګټه کوي دا ویټامین مخکي له وخته د ماشوم د زېږېدو مخنیوی کوي او د
هغو څېړنو له مخي چي په کاناډا کي شوي د ډي ویټامین د ډېرو ميکروبي ناروغیو مخنیوی هم کوي.
ویټامین E
دا ویټامین هم شاوخوا 1918کي وپېژندل شو چي په وچه مېوه او غنموکي الس ته راځي ځیني نور
ویټامینونه چي په خپل ځای کي د بدن لپاره مهم دي ویټامین B9،B3 ،B7، B5، B12او Kویټامینونه دي
چي په ینه هګیو ،کاهو ،او د وریجو له نشایستې څخه الس ته راځي .د دوی له جملې څخه ،لکه څنګه چي
یادونه وشوه ویټامین بي شپږ د ماشوم دمرکزي عصبي سیستم لپاره ډېر ګټور دی.
د هډوکو جوړښت
د K,E,D,Aشحمي ویټامینونه په زیتون کي موجود دي ،چي د انسان د بدن هډوکي د تکثر په موده
کي دغو ویټامینونو ته زیات ضرورت لري.
د بعضو منرالونو جذب کیدل لکه کلسیم د ویټاوینونو په استفادې سره کومک کوي او د کلسیم له ضایع کیدو
مخنیوی کوي .نو زیتون دانسان د بدن په اسکلټ کي مهم رول لوبوي.
189 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د ماشومانو جوړښت
هغه ماشومان چي شیدې رودي د شیدو په نشتوالي کي د زیتون له غوړیو استفاده کوالی شي ،ځکه
چي د زیتون غوړي یو څه غیر مشبوع مواد لري ،لکه شیدې .هغه میندي چي شیدې یې کمي وي یا هیڅ نه
وي ،نو د غوايي له شیدو نه دي غوړ لري کړي او د زیتون له غوړیو سره دي يې یو ځای کړي او ماشوم ته دي
يې ورکړي .نو له دې امله د زیتون غوړي د ماشوم لپاره ښه غذايي منبع هم ده.
دویني د فشار کمېدل
د ارشیف داخلي طب په ۸۱۱۱م کال کي کشف کړي و ،چي هر هغه څوک چي د زیتون له پاڼو استفاده
کوي د وینې فشار یې کمېږي.
د بدن د داخلي اعضاوو لپاره د زیتون ګټې
د زیتون غوړي د معدې د ناروغۍ لپاره لکه د معدې زخم ،تیزاب نه مخنیوی کوي .د صفرا کیفیت
زیاتوي .همدارنګه د شکري ناروغۍ لپاره د بدن ګلوکوز کنټرولوي .او د دماغ پر شیریانونو باندي مثبتي
اغېزي لري.
څرنګه چي پوهانو څرګنده کړې چي زیتون یوه غذايي منبع هم ده .موږ باید هره ورځ له زیتونه استفاده وکړو څو
خپل بدن له هري ناروغۍ وژغورو.
190 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
يوولسم څپرکی
عمومي معلومات
د شحمو ډولونه
د شحمياتو او تېلو کيمياوي اهميت
حيواني او نباتي شحم
(Hydrogenation of Vegetable Oil) د نباتي غوړو هايدروجني کېدل
191 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
ليپيډ د ) (Extractionپه واسطه د ميتانول او کلوروفارم او يا د ايتانول او ډای ايتايل ايتر سره د بیالوژيکي
موادو څخه جدا کېدای شي.
طبيعي ليپيډ د خوراکي موادو د شحمو ،صابون ،شمع ،موم ،کڼډ (صمع) ،رنګ ،پاکوونکي مواد ،تېل او
دسینګار سامان په جوړولو کي استعمالېږي.
د شحمو ډولونه:
دغه ډول ليپيډ د اوبو سره دوه بېل (جال) فاز جوړوي ،په اوبو کي غير منحل دي او کوم قطبي (پوالر) او يا ايوني
ګروپونه نه لري لکه موم ،پارافين او کاروټين.
دغه ډول ليپيډ د اوبو د سطحي په سر يو ثابت مونو ماليکوالر فلم (يوه طبقه) جوړوي او د اوږده الکايل
بقيې په لرلو سره ليپوفيل ) (Lipophilدي.
څرنګه چي دغه ډول شحم قطبي او د جدا کېدو وړ ګروپونه لري نو له همدې کبله همزمانه د هايدروفيلي
) (Hydrophileخواص هم لري.
ډای ،-ټرای ګليسرايډ ،شحمي الکول ،شحمي تېزابونه او شټيرين د دغه ډول ليپيډو څخه شمېرل کېږي.
192 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
پراخېدونکي په اوبو کي منحل ليپيډ )(Spreitende Wasserlosliche Lipide
دغه شحم لومړی د اوبو د سطحي په سر غير ثابت فلم جوړوي چي له هغې څخه په اوبو کي يو حقيقي
محلول منځ ته راځي .دغه ډول ليپيډ قوی هايدروفيلي Hydrophileګروپونه لری لکه Detergentienاو
.Phosphatide
شحميات او تېل هغه ايسترونه دي چي د ګليسرايډو او يا بهتر د اسیل ګليسرين ) (Acylglycerineپه نوم
يادېږي چي ځيني يې جامد دي لکه وازده او ځيني يې د مايع په حالت پيدا کېږي لکه د زيتون او پنبه دانې تېل.
شحميات او تېل نږدې بې له استثنی څخه د ګليسرين او لوړو شحمي تېزابو (چي جفت کاربنونه لري) ايستر
دي ،د مثال په توګه الندي ترای اسيل ګليسرين (ترای ګليسرايډ) په نظر کی نیسو:
په طبيعت کي د 300څخه زيات مشبوع او غير مشبوع شحمي تېزاب پيدا کېږي چي د هغې له جملې څخه يو
څو مهم مشبوع او غير مشبوع شحمي تېزابونه په الندي ډول دي:
193 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
194 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
195 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
ګليسرين او د عضوي تېزابو،شحمي مواد (ترای ګليسرايډ) په تودوخه کي د القلي په واسطه هايدروالیز کېږي
: د مثال په توګه.مالګه (صابون) جوړېږي
196 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
حيواني شحميات په عمومي ډول د دريو مهمو شحمي تېزابو لکه Stearic acid, Palmitic acid :او
) Oleic acidمخلوط ګليسرايډ لري .هر څومره چي غير مشبوع شحمي تېزاب لکه Oleic acidپه ګليسرايډ
کي زيات وي په همغه اندازه هغه شحم په اسانۍ سره په تودوخه کی په مایع بدلېږي.
هغه شحم چي ګليسرايډ يې د مشبوع شحمي تېزابو څخه جوړ وي د جامد په شکل او که د غیر مشبوع
شحمي تېزابو څخه جوړ وي د مايع په حالت پيدا کېږي .په طبيعت کي اکثره شحميات مختلف مخلوط
ګليسرايډونه لري چي په معمولی تودوخه کي د مايع په حالت پيدا کېږي.
د حيواني شحمياتو په پرتله نباتي تېل (لکه زيتون ،شلغمو ،چارمغزو ،خاشخاش ،بنګو او داسی نورو) د
Stearic acid, Palmitic acidاو Oleic acidپه ګليسرايډونو سربېره په ځانګړې توګه د څو واري غير مشبوع
شحمي تېزابو ګليسرايډ هم لري.
197 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
پخوا وختو کی د شحمياتو او تېلو د ترکيب د معلومولو لپاره د صابون جوړولو او د ايوډين عدد د تعين څخه
کار اخيستل کيده ،اما په اوسني وخت کي شحميات د ميتانول او د مالګي تېزابو سره د شحمي تېزابو په
ميتايل ايستر بدلوي او هغه د ګاز کروماتوګرافي په واسطه جال کوي او تعينېږي.
حيواني شحميات زياتره د شحمي انساجو څخه د ويلي کېدو په واسطه جدا کېږي ،لېکن ځيني وختونه د
نښتېځلو (فشردن) او يا د ايترو ،کاربن ډای سلفايډ ،بنزين او يا د ترای کلور ايتلين سره د اکسټرکشن په
واسطه هم الس ته راوړل کېږي.
نباتي تېل چي تر ټولو زيات په تخم او جنين کي ذخيره وي يا د هايدروليک ) (Hydraulicپه طریقه يعني د اوبو
د قوې په واسطه ايستل کېږي او يا هم د وړو وړو ټوټې کولو وروسته د اکسټرکشن په واسطه جال کېږي.
198 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
د نباتي غوړو هايدروجني کېدل ):(Hydrogenation of Vegetable Oil
په طبيعت کي زياتره شحمیات مخلوط مختلف ګليسرايدونه لري چي په معموله تودوخه کي د مايع په
حالت پيدا کېږي .څرنګه چي انسان جامدو شحمياتو ته زياته اړتیا لري ،نو له همدې کبله نباتي تېل د کتلسټي
هايدروجنېشن په واسطه چي د نيکل د کوچنيو ذراتو سره د تودوخی په 180OCاو 5barفشرا کي تر سره کېږي
په جامدو شحمياتو بدلېږي .په دې عمليه کي غیر مشبوع شحمي تېزاب چي په تېلو کي د ګليسرين ايستر په
څېر موجود وي ،په مشبوع شحمي تېزابو بدلېږي.
که چې ري د تعامل شرایط مناسب انتخاب شي ،کوالی شو هغه شحمي تېزابونه چي څو دوه ګوني اړيکي
ولري په خاصو موقعيتونو کي دغسي هايدروجنېشن کړ چي يوازي يوه دوه ګونې اړيکه ولري چي زيات مقدار
” “Transشحمي تېزاب حاصلېږي.
199 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
(c) ketabton.com: The Digital Library
][Mirwais Neeka Institute of Higher Education. Kandahar Afghanistan Organic Chemistry II
مأخذونه
بارکزی ،محمد ظاهر1383 .ه ش .عضوي او غیر عضوي کیمیا .اعراف پرنټرز .پېښور.
شګیوال ،ثمر ګل 1392 .ه ش .عضوي او غیر عضوي کیمیا .میهن خپرندویه ټولنه .پېښور.
(مصمم)( ،محمد سردار) 1387 .ه ش .کیمیای عضوي .IIد ښوونکو د روزني لوی ریاست .کابل.
ولیزی ،ګل حسن 1386 .ه ش .کیمیای عضوي .Iد ښوونکو د روزني لوی ریاست .کابل.
200 | P r e p a r e d b y F a z a l R a b i N i a z a i
Get more e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library