You are on page 1of 24

‫حقوقواوسياسي علوموپوهنځي‬

‫قضاء اوڅارنوالۍ څانګه‬


‫موضوع‪:‬‬
‫د ښځو د تعلیم حق په اسالمي شریعت او‬
‫وضعي قوانینو کی‬

‫الرښود استاد‪ :‬مولوی سعیدهللا (مصلح)‬


‫ترتيب کـــوونکی‪ :‬ناصــر (شینواری)‬

‫‪ ۱۴۰۱‬کال‬
‫دریم فصل‬ ‫فهرست‬
‫• د ښځو د تعلیم حق په نړیوالو قوانینو کی‬ ‫لمړی فصل‬
‫د بشري حقونو نړیوال اعالمیه‬ ‫•‬ ‫د ښځو د تعلیم حق په اسالمي شریعت کې‬
‫دبشري حقونو اسالمي اعالمیه‬ ‫•‬ ‫• د اسالم له نظره ښځه زده کړه کولي شي؟‬
‫•‬
‫• کېدوږپه او یخدتار ښځې‬
‫د ښځو د تعلیم حق په بین المللي قوانینوکې‬
‫• حکم نیله طرفه انسان ته لمړ لید هللا تعا‬
‫د فرهنګي‪ ،‬اجتماعي او اقتصادي حقوقو کنوانسیون‬ ‫•‬
‫• په اسالم کې د ښځې ښوونيز تعليمي حقوق‬
‫دښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د رفع کنوانسیون‬ ‫•‬
‫دوهم فصل‬
‫پــايــلـــــــــــــــــه‬ ‫• د ښځو د تعلیم حق په وضعې قوانېنو کې‬
‫• په افغانستان کې دمعارف اودیني تعلیمات تا‬
‫وړاندیزونه‬ ‫ر‬
‫یخېسېر‬
‫ماخذونه‬ ‫• په افغانستان کې دښځو دتعلیم اوسنۍ وضعه‬
‫• د ښځو او نجونو پوهنه او کار‬
‫• دښځو د تعلیم حق په ملي قوانینو کې‬
‫‪:‬لنډیز‬
‫اسالم په نړۍ کې لومړی نظام او لومړی دین دي چې په نر او ښځه یې علم فرض کړی دي‪ ،‬پدي اړه‬ ‫•‬
‫رسوهللا(صل هللا علیه وسلم ) فرمایلی« طلب العلم فریضة علی کل مسلم»‪ .‬ژباړه‪ :‬د علم زده کړه په ټولو‬
‫مسلمانانو(نر او ښځه)فرض ده‪.‬‬
‫ښځه د زده کړي حق څخه برخمن ده د دي لپاره چې ښځه پوهه شي د حاللو او حرامو ترمنځ توپیر څه‬ ‫•‬
‫دي‪ ،‬نو علم ته اړتیا لري او ښځه باید په دي پوهه شي چې د میړه حقوق څه شي دي؟‪.‬‬
‫ښځه د ژوندانه ډیر بد او دردونکی حاالت تیر کړي‪ ،‬آن تردي چې د وینځو په څیر په بازار کې پیر او‬ ‫•‬
‫پلورل کیدل خوکله چې د اسالم لمر راوخت نو دغه ستر ظلمونه او تیاري یې له منځه یوړي وګوري چې‬
‫قرآن کریم انسان ته تر ټولو نه مخکي دا هدایت او الرښونه کړي ده نو هغه د لمونځ روژي او صدقې‬
‫تقسیم په هکله نه بلکي دا چې ولوله یعني علم حاصل کړه‪.‬‬
‫اسالم کې د علم حاصلول په هر مسلمان نارینه او ښځینه باندي فرض دي د قرآنکریم لومړی پنځه ایتونه‬ ‫•‬
‫چې نازل شوي دي په هغوي کې هم ( لوستل) یعنې د علم د حاصل حلم ورکړل شوي‪ .‬اسلم په نړۍ کې‬
‫لومړی نظام او لومړی دین دي چې په نر او ښځه یې علم فرض کړي دي‪.‬‬
‫ښځو ته د عصري تعلم حق هم ورکړل شوي ده خو په ځانګړو شرایطو سره د جینکو او د ښځو د تعلیم‬ ‫•‬
‫طریقې د ټولو نه بهتره او اسانه طریقه داده چې سړي خپله تعلیم حاصل کړي بیا دی ښځو ته و ښايې‪.‬‬
‫سریزه\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\‬
‫َاْلَح ْم ُد ِهلِل َرِب اْلَعاَلِم ِيْن َو اْلَص الُة َو الَس الُم َع لى َس ِيِد ناُم َح َم دَس ِيِد اْلُم َج اِهِد ْيَن َو ِاَم اُم اْلُم َتِقْيَن َو َقاَئِد اْلَغراْلمحجلين َو َع لى آِلِه‬
‫ََو َص حِبِه َو ِم ْن َج اِهُد ِفى َسَبْيل َش ِر ْيَعَته ِالى َيْو ِم ْالِد ْين امابعد‪:‬‬
‫لوی هللا (جل جالله) دبشري ټولني دالرښونې اوهدايت لپاره خپل پيغمبران (عليه السالم) اوآسماني کتابونه استولي‬
‫ترڅو بشريت دعلم ‪ ،‬پوهې ‪ ،‬عدالت ‪ ،‬انصاف‪ ،‬برابري ‪ ،‬يوالي ‪ ،‬مینې او ورور ولي لورته دتللو لپاره وهڅوي هللا‬
‫تعالی( جل جالله) دوحې اوخپلو مقدسو آسماني کتابونو په وسيله دانساني ژوند ټول اړخونه روښانه کړي‪.‬زه دلوی‬
‫هللا تعالی (جل جالله ) شکرپرځای کوم چې ددې علمي مونوگراف دليکلو اوبشپړېدو توان یې را په برخه کړ ‪ ،‬پدې‬
‫علمي مونوگراف کې د ښځو دتعلیم حق په اسالمي شریعت او وضعي قوانینو کې په هر آړخيزه توګه څېړلشوي‪.‬په‬
‫دې څېړنه کې لوستونکي داساسي حقوقو دخورا مهمو مسايلو اوموضوعاتو دعلمي مطالعې سره مخ کيږي‪.‬په‬
‫څېړنه کې د ښځو د تعلیم حق په علمي اوهر اړخيزه توګه تر څېړنې الندې نيول شوي ‪.‬‬
‫ددې مونو ګراف موضوع چې د ښځو د تعلیم حق په اسالمي شریعت او وضعي قوانینو څېړلي دي‪ ،‬درې فصلونو په‬
‫برکې نيسي‪.‬‬
‫په لومړي فصل کې د ښځې د تعلیم حق په اسالمي شریعت کې‪،‬د ښځې د تعلیم حق تاریخي شالید‪،‬د ښځې د یني تعلیم‬
‫حق‪ ،‬د ښځې د عصري تعلیم حق‪،‬د ښځې د تعلیم طریقې او داسې نور‪ ،‬په دويم فصل کې د ښځې د تعلیم حق په‬
‫وضعي قوانینو کې‪ ،‬د ښځو د تعلیم حق په ملي قوانینو کې‪ ،‬د ښځې د تعلیم حق په اساسي قوانینو کې‪ ،‬په افغانستان‬
‫کې دښځو د تعلیم اوسنۍ وضعه‪ ،‬ښځو او نجونو پوهنه او کار‪ ،‬دښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون ‪،‬په‬
‫افغانستان کې د نجونو ښونه او روزنه‪ ،‬ستونزې او حلالرې او په دریم فصل کې دښخو دتعلیم حق په نړیوال اسنادو‬
‫کې‪ ،‬دښځو دتعلیم حق د بشري حقونو کې‪،‬دښځو دتعلیم حق د بشري حقونو په نړیوال اعالمیه‪ ،‬د بشري حقونو په‬
‫اسالمي اعالمیه کې‪ ،‬د ښځو د تعلیم حق په بین المللي قوانینو کې ده‪.‬‬
‫اوله بل لوري دسياسي نظامونو اورژيمونو دڅېړلو پر مهال سياسي او حقوقي معيارونه په پام کې نيول شوي ‪.‬‬
‫لمړی فصل‪:‬‬
‫د ښځو د تعلیم حق په اسالمي شریعت کې‪:‬‬

‫اسالم په نړۍ کې لومړی نظام او لومړی دین دی چې په نر او ښځه یې علم‬


‫فرض کړی دی‪،‬په دې اړه رسول هللا صل هللا علیه وسلم فرمایي‪َ (:‬ط َلُب اْلِع ْل‬
‫ِم‬
‫َفِر يَض ٌة َع َلى ُك ِّل ُمْس ِلٍم َو ُمْس ِلَم ة) ژباړه‪ :‬دعلم زده کړه په ټولو مسلمانانو (نر‬
‫اوښځه) فرض ده‪.‬‬
‫• هللا تعالی په قران عظیم شان کی فرمایلي دي‪َ( :‬و َم ا َأْر َس ْلَن ا َقْب َلَك ِإاَّل ِر َج ااًل ُّن وِح ي‬
‫ِإَلْي ِه ْم ۖ َفاْس َأُلوا َأْه َل الِّذ ْك ِر ِإن ُك نُتْم اَل َت ْع َلُموَن )‪.‬‬
‫• ترجمه‪ :‬موږ له تا څخه مخکي کوم پیغمبران نه دي لیږلي مګر هغه کسان چي موږ‬
‫ورته وحی کړي دي‪ .‬له نصيحت کوونکو څخه پوښتنه وکړئ که نه پوهېږئ‪.‬‬
‫• تاسې مومنان یوډله الړ شي جهاد اوکړي‪ ،‬اوبله ډله الړ شي علم زده کړي اوچې‬
‫(جل‬
‫راستانه شوۍ نو خپلو قو مونو ته یې وښایاست یایې ورزده کړي‪ .‬او د خدای‬
‫جالله) حکمونه ورته بیان کړي په دې آیت کې هم دخدای حکم څرګند دی اودښځې‬
‫اونر دواړو لپاره امر شوی دی‪.‬‬
‫د اسالم له نظره ښځه زده کړه کولي شي؟‬
‫سړی او ښځه د انساني ټولنې دو محترم او عزت مند غړي دي چې دواړه د یو‬
‫بل سره مرسته کوي او په خپلو ساحو کې په کار کولو سره دیو بل پوره کونکي‬
‫دي سړي که کور د انګړ څخه بهر په پټي‪ ،‬دوکان‪ ،‬فابریکه‪ ،‬دفتر او کار ځاي‬
‫کې انسانې ټولنې ته د قدر وړ خدمت وړاندي کوي‪ ،‬نو ښځه هم د کور په انګړ‬
‫کې دننه د خپلې کورنۍ په سمبالښت او د اوالد په روزنې سره دغې ټولنې ته‬
‫روزل شوي د کار غړي تقدیموي‪.‬‬
‫سړي که د کور څخه بهر ټولنې ته خدمت وړاندې کوي او په نتیجه کې يې د‬
‫خپلي کورنۍ اړتیاوي پوره کوي‪ ،‬نو ښځه د کور دننه دغه اړتیاوي ټاکې او د‬
‫سړي د کټل شوې الس ته راوړنه په سمه توګه د یوي نوي نسل په تیارولو کې‬
‫لګوي د پورته سریزي څخه دا نتیجه الس ته راړی شو چې سړی او ښځه د یو‬
‫بل سره مقابله او مسابقه کونکي نه بلکي دیو بل سره مرسته کونکي دي‪ .‬د‬
‫انسانې ټولنې دهغه دو غړو لپاره د هغوی دکار ساحه معلومول د یوې سالمې‬
‫پوهنې او روزنې په واسطه السته راځې‪ ،‬کومه پوهنه او روزنه چې په سالمو‬
‫وسایلو حاصله شي‪ ،‬نو ویلي شو چې پوهه حاصلول په انسانې ټولنې د داړوندو‬
‫غړو اړتیا ده او پرته له پوهې او تعلیم څخه هریو خپل کار په سمه توګه نه‬
‫پیژندلی او نه یې عملي کوالی شي‪.‬‬
‫ښځې دتاریخ په اوږدوکې‬
‫ښځې دژوندانه ډېر بد او دردونکي حاالت تېر کړي‪،‬آن تردې چې د‬
‫وینځو په څېر په بازار کې یې پېر او پلور داسې وده موندالی وه‪،‬‬
‫چې چاسره دا پوښتنه هم نه پیدا کېده چې دبشري نړۍ دنېکمرغۍ‬
‫له سرچینې سره ولې داسې دردوونکی چلند کیږی‪.‬‬
‫هغه به ژوندی په ځمکه خښېده‪،‬دڅارویو او دکور دنور سامان په‬
‫څېر د میراث یوه برخه وه‪،‬خاوند کوالی شو چې خپله مېرمنه‬
‫دبچیانو په شمول خرڅه کړي‪ ،‬دیو مسؤل غیر محق مخلوق په توګه‬
‫یې ژوند تېراوه‪،‬که ښځه به ووژل شوه نارینه پرې نه وژل کېده‪.‬‬
‫خو کله چې داسالم لمر راوخت‪،‬نو دغه سترظلم او ددې په څېر نور‬
‫ظلمونه او تیارې یې له منځه یوړې‪ ،‬او په ډاګه یې داخبره‪ ،‬وکړه چې‬
‫په بشر کې دکرامت او درنښت معیار تقوا ده‪،‬هرانسان په هماغه‬
‫اندازه چې خلکو ته دخیر سرچینه وی هومره غوره دی‪ ،‬او څو مره‬
‫چې د شر سرچینه وي هومره پس او ذلیل دی‪.‬‬
‫د اسالم له نظره ښځه زده کړه کولي شي؟‬
‫• سړی او ښځه د انساني ټولنې دو محترم او عزت مند غړي دي چې دواړه د یو بل‬
‫سره مر سته کوي او په خپلو ساحو کې په کار کولو سره دیو بل پوره کونکي دي‬
‫سړي که کور د انګړ څخه بهر په پټي‪ ،‬دوکان‪ ،‬فابریکه‪ ،‬دفتر او کار ځاي کې‬
‫انسانې ټولنې ته د قدر وړ خدمت وړاندي کوي‪ ،‬نو ښځه هم د کور په انګړ کې‬
‫دننه د خپلې کورنۍ په سمبالښت او د اوالد په روزنې سره دغې ټولنې ته روزل‬
‫شوي د کار غړي تقدیموي‪.‬‬
‫• سړي که د کور څخه بهر ټولنې ته خدمت وړاندې کوي او په نتیجه کې يې د خپلي‬
‫کورنۍ اړتیاوي پوره کوي‪ ،‬نو ښځه د کور دننه دغه اړتیاوي ټاکې او د سړي د‬
‫کټل شوې الس ته راوړنه په سمه توګه د یوي نوي نسل په تیارولو کې لګوي د‬
‫پور ته سریزي څخه دا نتیجه الس ته راړی شو چې سړی او ښځه د یو بل سره‬
‫مقابله او مسابقه کونکي نه بلکي دیو بل سره مرسته کونکي دي‪ .‬د انسانې ټولنې‬
‫دهغه دو غړو لپاره د هغوی دکار ساحه معلومول د یوې سالمې پوهنې او روزنې‬
‫په واسطه السته راځې‪ ،‬کومه پوهنه او روزنه چې په سالمو وسایلو حاصله شي‪،‬‬
‫نو ویلي شو چې پوهه حاصلول په انسانې ټولنې د داړوندو غړو اړتیا ده او پرته‬
‫له پوهې او تعلیم څخه هریو خپل کار په سمه توګه نه پیژندلی او نه یې عملي‬
‫کوالی شي‪.‬‬
‫د هللا تعالی له طرفه انسان ته لمړنی حکم‬
‫وګورۍچې قران مجيد انسان ته تر ټولو نه مخکې دا هدايت او الرښونه کړې ده‬
‫نو هغه د لمونځ روژې او صدقې تقسيم په هکله نه بلکه دا چې ولوله یعنې علم‬
‫حاصل کړه‪ ،‬ددې څخه معلومه کړي چي د اسالم علم ته څومره اهميت ورکړی‬
‫نبي کريم صلي هللا عليه وسلم والدين (مور او پالر) ته ددې خبرې تاکيد او‬
‫الرښونه کړې ده چي هغو خپلې لونې د دين سره متعلق علم څخه برخمني کړي‬
‫او د نکاح څخه وروسته دا د مېړه مسؤليت دی چې‪ ،‬د خپلېمېرمنې لپاره ددين‬
‫علم د زده کولو اهتمام وکړي‪ ،‬که مېړه په خپله ددې وړتيا نلري چي‬
‫خخپلېمېرمنې ته ديني زده کړه ورکړي او مېرمن يې د ديني علم زده کولو‬
‫شوق لري نو مېړه دې د هغې د علم د حاصلولو لپاره اهتمام وکړي د صحيح‬
‫بخاري شريف حديث چې صحابياتو رضي هللا عنه د علم د حاصلولو ډېر شوق‬
‫درلودو يو ځل هغوې نبي کريم صلي هللا عليه وسلم ته عرض وکړو‪ ،‬چې زمونږ‬
‫لپاره يوه ورځ مخصوصه کړای شي تر څو مونږ هم ستاستو د خپل ديني علم‬
‫حاصل کړو رسول هللا صلي هللا عليه وسلم د هغو دغه غوښتنه ومنله‪ ،‬فکر‬
‫وکړۍ څوارلس سوه کاله د ناوړو کړنو نښه ګرځېدلې وي‪ ،‬اووګړو خرڅولو او‬
‫اخستلو د سامان په څېرګڼلۍ نو د اسالم ستر احسان ته وګورئچې ښځې د علم‬
‫‪.‬حاصلولو لوري ته اماده کړي‬
‫په اسالم کې د ښځې ښوونيز تعليمي حقوق‬
‫اسالم کې د علم حاصلول په هر مسلمان نارينه او ښځه باندی فرض دی‪ ،‬د‬
‫قرانکريم لومړی پنځه ايتونه چې نازل شوي دي په هغویکې هم (لوستل)‬
‫یعنې د علم حاصلولو حکم ورکړل شوی دی بلکه هللا رب العلمين چې په‬
‫رسول هللا صلي عليه وسلم باندې کوم لومړۍ کليمه نازل وفرمايله (اقرا) ده‬
‫نو په دېکې د علم د حاصلولو حکم ورکړی شوی دی هللا رب العلمين‬
‫فرمايي (اْقَر ْأ ِباْس ِم َر ِّبَك اَّلِذ ي َخ َلَق [‪َ ]1‬خ َلَق اِإْل ْنَس اَن ِم ْن َع َلٍق[‪ ]2‬اْقَر ْأ َو َر ُّبَك‬
‫اَأْلْك َر ُم [‪ ]3‬اَّلِذ ي َع َّلَم ِباْلَقَلِم [‪َ ]4‬ع َّلَم اِإْل ْنَس اَن َم ا َلْم َيْع َلْم [‪.)]5‬‬
‫ژباړه‪ :‬ولوله په نوم د رب ستا هغه ذات چي پيدايښت يي کړی دی (عام)‬
‫پيدا کړي دي‪،‬چې د انسان د ټوکړي د وینې نه ولوله هميشه او رب ستاډېر‬
‫عزت واال دی هغه ذات چې تعليم یې ورکړی دی‪ ،‬په قلم سره تعليمیې‬
‫ورکړی دی انسان ته د هغه څيز چې دی پرې نه پوهېده سورة اقرا‪.‬‬
‫‪ -‬سورة علق‪ ،‬آیه ‪۵-۱‬‬
‫‪ -.‬مسلمانه ښځه بد مرغه نده نیکمرغه ده‬
‫دوهم فصل‬
‫د ښځو د تعلیم حق په وضعې قوانېنو کې‬
‫د افغانستان ټولنیز وضعیت له نورو ډېرو هیوادونو څخه متفاوت دی‪،‬دلته خلک د پښتو او‬
‫غیرت په نامه دښځو ډېر حقوق تر پښو الندې کوي‪،‬همدارنګه دلته داسې خلک هم شته چې‬
‫داسالم له یوحکم څخه سر ځاروي بیا په نورو برخو کې خپله د اسالم احکام‬
‫ماتوي‪،‬غال‪،‬وژنه‪،‬رشوت‪...‬ورته د اسالم خالف کار نه ښکاري خو کله چې ورته د یوې‬
‫وړې انجونې دتعلیم وویل شي نودا بیا ورته د اسالم خالف ښکاري‪،‬په داسې ټولنه کې طبعي‬
‫ده‪ ،‬چې دښځو دتعلیم سویه به ټیټه وي‪،‬سره له دې چي دحامدکرزي له منتخبې دورې څخه‬
‫ترنن ورځې پورې په دې برخه کې دېر کارشوی دی‪ ،‬خو اوس هم په ښځو باندې یواځې‬
‫لیک او لوست زده کیږي اویا تر دولسم ټولګي پورې د زده کړو لپاره پرېښودل کیږي‪ ،‬او‬
‫له هغې وروسته ورته بیا دښځې تعلیم عار او پیغور ښکاري‪ ،‬سره له دې چې داسالم په‬
‫مبارک دین کې په دې اړه هیڅ ممانعت نشته چې پورته ورباندې مونږ بحث وکړو‪،‬داساسي‬
‫قانون څلورڅلوښتمه ماده کې دښڅو د زده کړو دپراختیا خو یې په همدې معنی چې په دې‬
‫برخه ګې باید دولت داسې پروګرامونه طرحه کړي چې دښځو په تعلیمي سویه کې پراختیا‬
‫را منځته شي او توازن په همدې معنی چې په افغانستان کې دښځو د زده ګړو فیصدي له‬
‫نارینه و څخه په ډېره ټیټه سطحه قرارلري نو دا دولت دنده ده‪ ،‬چې دنارينه او ښځینه و‬
‫ترمنځ په زده کړه کې توازن وساتي‪،‬کومې اسنتیاوې چې نارینه و ته دتعلیم په برخه کې‬
‫برابریږي باید ښخینه و ته هم په همغه کچه برابرې شي‪،‬او له دې الرې په تعلیمي او‬
‫تحصیلي برخه کې یو لوړ تغیر رامنځته شي تر څو مو ټولنه د بهبود او نسل مو دښې‬
‫راتلونکې خاوند شي‪.‬‬
‫په افغانستان کې دمعارف اودیني تعلیمات تاریخېسېر‬
‫داسالم د ظهورو څخه وړاندې په اریانا(دافغانستان پخوانی نوم)کې‬
‫تعلیم او تربیه د ودي او وروسته د اوستایې په مدنیت کې تدریس‬
‫کېده‪ ،‬ددې ترڅنګ د زردشتیانو مراکزو هم وجود درلود‪ ،‬دارسطو‬
‫منطق‪ ،‬علم نجوم او یوناني طب هم تدریس کېده‪.‬‬
‫هغه مهال د پادشاه دربار‪ ،‬تفریح ځایونه او عبادت ځایونه دزده کړې‬
‫مراکزوو‪ ،‬په شرقي افغانستان کې بودایزم هم رواج وموند اوبیا داسالم‬
‫تر ظهور پورييې ادامه پیدا کړه‪.‬‬
‫افغانستان ته اسالم د دریېم خلیفه په وخت کې راغلی اود بني امیه په‬
‫وخت کې تکمیل شو‪ ،‬هغه مهال په افغانستان کې په ځانګړي ډول په‬
‫هرات‪ ،‬نیشاپور‪ ،‬بخارا او کرمان کې لوي لوي مساجد اودیني مدارس‬
‫تعمیر او جوړشول‪.‬‬
‫‪ -‬د اساسي قانون تحلیل او شننه‪ ،‬عبدلصبور مبارز‪ ،‬کال ‪۱۳۹۵‬‬
‫لمریز‪ ،‬مخ ‪۱۷۲‬‬
‫په افغانستان کې دښځو دتعلیم اوسنۍ وضعه‬
‫د افغانستان ټولنیز وضعیت له نورو ډېرو هیوادونو څخه متفاوت دی‪،‬دلته‬
‫خلک د پښتو او غیرت په نامه دښځو ډېر حقوق تر پښو الندې‬
‫کوي‪،‬همدارنګه دلته داسې خلک هم شته چې داسالم له یوحکم څخه سر‬
‫ځاروي بیا په نورو برخو کې خپله د اسالم احکام‬
‫ماتوي‪،‬غال‪،‬وژنه‪،‬رشوت‪...‬ورته د اسالم خالف کار نه ښکاري خو کله چې‬
‫ورته د یوې وړې انجونې دتعلیم وویل شي نودا بیا ورته د اسالم خالف‬
‫ښکاري‪،‬په داسې ټولنه کې طبعي ده‪ ،‬چې دښځو دتعلیم سویه به ټیټه‬
‫وي‪،‬سره له دې چي دحامدکرزي له منتخبې دورې څخه ترنن ورځې پورې‬
‫په دې برخه کې دېر کارشوی دی‪ ،‬خو اوس هم په ښځو باندې یواځې لیک‬
‫او لوست زده کیږي اویا تر دولسم ټولګي پورې د زده کړو لپاره پرېښودل‬
‫کیږي‪ ،‬او له هغې وروسته ورته بیا دښځې تعلیم عار او پیغور ښکاري‪،‬‬
‫سره له دې چې داسالم په مبارک دین کې په دې اړه هیڅ ممانعت نشته چې‬
‫پورته ورباندې مونږ بحث وکړو ‪ -‬د اساسي قانون تحلیل او شننه‪،‬‬
‫عبدالصبور مبارز‪ ،‬کال ‪ ۱۳۹۵‬لمریز‪ ،‬مخ ‪۵۲۱‬‬
‫د ښځو او نجونو پوهنه او کار‪:‬‬
‫•د ښځ و او نجونو پوهنه او کار که موږ غواړو چې خپله ټولنه باثباته کړو او هیواد مو‬
‫پرمختللی شي‪ ،‬نو باید دا ومنوچې د ښځو له فعال او معقول ګډ ون پرته دا کارونه امکان‬
‫نه لري‪.‬‬
‫• ښځه د بشریت نیمه برخه ده؛ او سره له دي چې یا مور‪ ،‬یا لور او یا مېرمن ده‪ ،‬چې په‬
‫هر صورت کې د درنښت وړ ده‪ ،‬خو په عمل کې د تاریخ په اوږدو کې تل دظلم‪ ،‬تېري‪،‬‬
‫توپیر او تشدد الندې راغلې ده؛ چې سببونه یې زیاتره فقر‪ ،‬ناسم رواجونه او جګړي دي‪.‬‬
‫• ښځې د نړیوال او ملي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره بنسټي رول لري‪ ،‬سیستماتیک‬
‫فشار او زور زیاتی بې ثباتۍ او کمزورۍ ته الر اواروي‪ .‬د جګړو قربانیاني زیاتره ښځې‬
‫وي‪ ،‬په داسي حال کې چې دوي زیاتره د جګړو لوبغاړي نه وي او نه دي‪ .‬د (نیم اسمان‪:‬‬
‫په نړۍ کې د ښځو لپاره په فرصتونو باندي د فشارونو بدلون) د کتاب لیکواالنو شیریل‬
‫وډون او نیک کریستاف په ټوله نړۍ کې سفر کړی او ددي نتیجې ته رسیدلي دي‪ ،‬چې‬
‫ددي برعکس دي دوي ډیر بیلګي را ټوله کړي دي چې د هیوادونو پرمختګ او ثبات د‬
‫ښځو له پرمختګ او تعلیم سره تړلي دي‪.‬‬
‫•د ښځو په تعلیم سره پربې ثباتۍ سربېره فقر او وروسته پاتی والي دواړه هم له منځه‬
‫ځي‪.‬پاکستان او بنګله دیش دوه هیوادونه دي؛ چې ورتهخ شرایط لري‪ ،‬خو بنګله دیش په‬
‫دی خاطر تر پاکستان ډېر باثباته دی چې ډېرې ښځې په کې تعلیم یافته دي‪ .‬که څه هم په‬
‫دواړو کې د ښځو پرمختګ انحرافي اړخونه هم لیدل شوي دي‪ ،‬چې اصالح غواړي‪.‬‬
‫نړیوالو تجربو ثابته کړي ده چې د يوې ښځې په تعلیم یافته کولو راتلونکي پينځه نسلونه‬
‫نېکمرغه کیږي‪.‬‬
‫•دښځو د تعلیم حق په ملي قوانینو کې‬
‫•اساسي قانون‬
‫• د اساسي قانون په اوولسمه ماده او د څلوریښتمه ماده کې د تعلیم په هکله یادونه‬
‫کړي دي‪.‬‬
‫• داساسي قانون اوولسمه ماده‪(:‬دولت په بیالبیلو سطحو کې دمعارف د ودې او د‬
‫دیني زده کړو د پراختیا‪ ،‬دجوماتونو‪ ،‬مدرسو او دیني مرکزونو دوضعې دښه والي‬
‫او تنظیم لپاره دالزم تدبیرونه نیسي)‬
‫• داساسي قانون څلور څلویښتمه ماده‪ :‬دولت مکلف دی چې دښځو د زده کړو د‬
‫پراختیا او توازن دایجاد په منظور‪،‬دکوچیانو د زده کړو دښه والي او په هېواد کې د‬
‫بې سوادۍ دله منځه وړلو لپاره اغېزمن پروګرامونه طرح او تطبیق کړي‪.‬‬
‫• د اساسي قانون له درې څلویښتمې مادې څخه بیا تر اووه څلوښتمې مادې پورې د‬
‫تعلیم او تحصیل حق اړونده مسایل تصریح شوي دي‪،‬خو دلته په دې ماده کې په‬
‫دریو نقاتو(ښځو‪،‬کوچیانو او بې سوادۍ)په ځانګړي توګه یادونه کیږي‪ ،‬او یواځینۍ‬
‫وجه یې هم همداده چې په افغانستان کې د ښځو او کوچیانو تعلیم او تحصیل ته لکه‬
‫څنګه چې په کارده توجه نه کیږي‪ ،‬او له بلې خوا افغانستان یو دهغه هېوادونه په‬
‫قطار کې‪ ،‬دی چې بې سوادي په کې ډېره ده‪،‬نو مقنن هم دهمدې دریو نقاطو دال‬
‫پرمختګ لپاره په قانون کې دا ماده ځانګړې کړې او له عموم څخه یې بیله کړې‬
‫ده‪ ،‬مونږ هم دلته په همدې دریو نقاطو لنډ بحث کوو‪.‬‬
‫دریم فصل‬
‫د ښځو د تعلیم حق د بشري حقونو ځانګړي نړیوال سندونو په رڼا کې‪:‬‬
‫د بشري حقونو نړیوال اعالمیه‬
‫• څرنګه چې دبشري کورنۍ د ټولو غړو د زاتي کرامت او اړوند د دوي د برابرو او نه بیېلیدونکو‬
‫حقونو پیژندل په نړۍ کې د سولي‪ ،‬آزادۍ او عدالت بنیاد جوړوي‪.‬‬
‫• څرنګه چې د بشري حقونو له پامه غورځول او دهغوي سپکاوي د داسي ناوړه او وحشیانه‬
‫اعمالو المل ګرځې چې دانساني وجدان بې حرمتي ګڼل کیږي او هغي نړۍ ته رسیدنه چې انسانان‬
‫په کې بې له ویرې او نیستي وکړاي شي دین او عقیدي له آزادۍ ګټه واخلي‪،‬د بشر دخورا لوړو‬
‫ارمانونو په څیر اعالم شوي دي‪.‬‬
‫• څرنګه چې د ظلم او جبر په مقابل کې د وروستۍ وسیلي یعني د بغاوت کولو څخه دانسان د‬
‫ژغورلو لپاره بشري حقونو ساتل قانوني حاکمیت په مټ اړین شمیرل شوي‪.‬‬
‫• څرنګه چې د ملتونو په منځ کې د دوستانه اړیکو د ودې هڅول اوړ پراخول ضروري دي‪.‬‬
‫• څرنګه چې خلکو او ملګرو ملتونو دهمدې سازمان په منشورکې د بشردبنیادي حقوقو‪،‬دانسان د‬
‫کرامت او ارزښت او ښځې او نارینه دبرابر حقونو په اړه خپل باور بیا تایید کړی او پریکړه یې‬
‫کړې ده‪ ،‬چې ټولنیزې ترقي او دژوند غوره معیارونو ته پراخه آزادۍ کې وده ورکوي‪.‬‬
‫• څرنګه چې د ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو ژمنه کړې ده چې د دې سازمان په همکاری په‬
‫نړیواله کچه‪ ،‬بشري حقونو او بنیادي آزادیو ته په درنښت او دهغو څارنه کې زیات والي راولي‪.‬‬
‫• څرنګه چې د دې حقونو او آزادیو په وړاندې ګډ پو هاوي او پوهېدل ددې ژمنې دترسره کولو‬
‫لپاره د ډېر زیات اهمیت لرونکي دي‪.‬‬
‫دبشري حقونو اسالمي اعالمیه‪:‬‬
‫• د ‪ ۱۴۱۱‬سپوږمیږ کال د محرم د دولسمې مصوبد ‪ ۱۹۹۰‬زېږدېږ کال داګست پنځلسمه‪ ،‬د ‪۱۳۶۴‬‬
‫لمریز کال دزمري پنځلسمهپه قاهره کې د اسالمي کنفرانس سازمان د غړو هیوادنو د بهرنیو‬
‫چارو د وزیرانو غونډه‪.‬‬
‫• د اسالمي کنفرانس سازمان غړي هیوادونه په هللا باندې په ایمان لرلو چې د نړیوالو پروردګار‪ ،‬د‬
‫کایناتو هستونکې او د نعمتونو بښونکی دی‪ ،‬هغه لوی زات چې انسان یې په غوره توګه هست‬
‫او هغه ته یې حیثیت ورکړ اړو پر ځمکه يې خپل خلیفه وګرځاوه‪ ،‬هغه څښتن تعالی چې دځمکی‬
‫دهر سمون او آبادۍ مسولیت یې دبشر په غاړه کیښود او امانت(الهی تکالیف) یې دهغه په اوږو‬
‫کیښود او ټول هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې شته او هغه تر ولکې الندې راوستل او په‬
‫دغه تصدیق سره چې د حضرت محمد(صل هللا علیه وسلم ) رسالت چې لوی هللا(جل جالله) د رښتني‬
‫دین دالرښونو سره رالیږلي او هغه یې دنړیوالو لپاره دحمت‪ ،‬د مریانو لپاره ژغورونکې او د‬
‫زور واکو او ظالمانو لپاره ټکونکی ګرځولې دی هغه پیغمبر چې برابري او مساوات یې دټولوړ‬
‫بشریت ترمنځ اعالم کړ او یو پربل لوړتیا یې یوازی په تقوا کې وبلله‪ ،‬د خلکو ترمنځ یې چې‬
‫څښتن تعالی هغوي له یوه روح سره هست کړي دي‪ ،‬واټنونه او کرکې له منّځ ه يووړې‪.‬‬
‫• د توحید او عقیدې ته په پام سره چې اسالم بنسټیز جوړښت دې‪ ،‬هغه عقیده چې بشریت دي ته‬
‫روبولي چې پرته د هللا (جل جالله) څخه د بل چا عبادت ونکړي او له هغه سره شریک ونه مني‬
‫او پره له هللا(جل جالله)په هیڅ څوک په خدایي ونه مني‪ ،‬هغه عقیده چې د بشري کرامت او‬
‫مسوالنه آزادي رښتنې بنسټ یې کیښود او له مرییتوب څخه یې دانسان آزادي اعالن کړه‪.‬‬
‫• د هغه څه تحقق لپاره چې په اسالمې تلپاتي شریعت کې راغلي او له هغه شمیرې څخه د دین‪،‬‬
‫ځان‪ ،‬عقل‪ ،‬نسل او نورو امتیازونه لکه پراخوالي او میځالريتوب په ټولو احکامو او چاروکې‬
‫شر یعت د معنویت او مادیت سره یوځاي او عقل او زړه سره همغږي کړاو د حقونو او دندي‬
‫ترمنځ یې انډول رامنځته کړ اړو د قسط معیار یې د دوواړخونو ټینګ کړ چې له ټاکلی بریده نه‬
‫څوک تیری وکړي اونه زیانمن شي‪.‬‬
‫د ښځو د تعلیم حق په بین المللي قوانینو کې‪:‬‬
‫• افغانستان هغه هیواد ده چې اووه نړیوال کنوانسیون (عهد نامه ) امضاء کړي ده او د‬
‫اساسي قانون په اوومه ماده کې خپل ددي کنوانسیون د مواردو په رعایت کې مکلف‬
‫کړي‪.‬‬
‫• د فرهنګي‪ ،‬اجتماعي او اقتصادي حقوقو کنوانسیون‪:‬‬
‫• د دي کنوانسیون دیارلسمه ماده د عضوي هیوادونه مکلف کوي ترڅو د هرچا حق‬
‫(نجونو او هلکانو) په ښونه او روزنه کې تامین کړي‪ .‬یعني باید د تعلیم حق او السرسي‬
‫په تعلیم په تعلیم کې د دولتونو په واسطه پیژندل شوي او په رسمیت پیژندل کیږي او د‬
‫دي حقونو د تامین په مورد باید همه جانبه کوشش صورت ونیسي‪ .‬او ابتدایه ښونې باید‬
‫وړیا او اجباري وي او د دولتونو له طرفه دټولو په السرسي قرار ونیسي‪.‬‬
‫• دښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د پیچیده ګۍ دټولو د رفع کنوانسیون‪:‬‬
‫• د ښځو پروړاندي د تاوتریخوالي د پیچیده ګې دټولو د رفع کنوانسیون په لسمه ماده کې‬
‫راغلي چې د عضوي هیوادونو د ټولو اقداماتو غوښتونکي په عمل راوړي تر څو د ښځو‬
‫پر وړاندي د تاوتریخوالي د رفع په منظور د ښونې او روزنې په ساحه کې د نارینه په‬
‫شان مساوي حقوق هغوي ته عطاء کړي‪ .‬باالخصوص د دغه کنوانسیون په څوارلسمه‬
‫ماده کې راغلي د اطرافو ښځو په وړاندي تاوتریخوالي باید ټول رسمي ‪ ،‬غیر رسمي او‬
‫ښونیزو دوري د استفادي د قسمت په برخه‪ ،‬سواد آموزي سره رفع کړي‪.‬‬
‫دښـځو پـر وړانـدي د تـاوتریخوالي د پیچیده ګۍ دټولـو د رفع‬
‫کنوانســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــیون‬
‫د ښـځو پروړانـدي د تـاوتریخوالي د پیچیـده ګې دټولـو د‬
‫رفـع کنوانسـیون پـه لسـمه مـاده کې راغلي چې د عضـوي‬
‫هیوادونـو د ټولـو اقـداماتو غوښـتونکي پـه عمـل راوړي تـر‬
‫څـو د ښـځو پـر وړانـدي د تـاوتریخوالي د رفـع پـه منظـور د‬
‫ښـونې او روزنې پـه سـاحه کې د نارینـه پـه شـان مسـاوي‬
‫حقـوق هغـوي تـه عطـاء کـړي‪ .‬باالخصـوص د دغـه‬
‫کنوانسـیون پـه څوارلسـمه مـاده کې راغلي د اطرافـو ښـځو‬
‫پـه وړانـدي تـاوتریخوالي بایـد ټـول رسـمي ‪ ،‬غـیر رسـمي او‬
‫ښـونیزو دوري د اسـتفادي د قسـمت پـه برخـه‪ ،‬سـواد‬
‫آموزي سره رفع کړي‪.‬‬
‫پــايــلـــــــــــــــــه‪:‬‬
‫د نوموړي منوګراف په نتيجه کې بايد دومره ووايم چې درې فصله لري‪ ،‬په لومړي فصل کې دښځې دتعلیم حق‬
‫په اسالمي شریعت کې‪ ،‬د ښځې دتعلیم حق تاریخي شالید‪ ،‬د ښځې د دیني تعلیم حق‪ ،‬د ښځې دعصري تعلیم‬
‫حق‪ ،‬دښځودتعلیم طریقه اوداسې نور‪،‬اوپه دویم فصل کې دښځې دتعلیم حق په وضعي قوانینوکې‪ ،‬د ښځو د‬
‫تعلیم حق په ملي قوانینو کې‪ ،‬دښځې د تعلیم حق په اساسي قانون کې‪ ،‬په افغانستان کې دښځو تعلیم اوسنۍ‬
‫وضعه‪ ،‬دښځواونجونو پوهنه اوکار‪ ،‬دښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون اوپه افغانستان کې دنجونو‬
‫ښونه او روزنه‪ ،‬ستونزې او حلالرې او په دریم فصل کې د ښځو د تعلیم حق په نړیوال اسنادو کې‪ ،‬د ښځو د‬
‫تعلیم حق په بشري حقونو کې‪ ،‬دښځو د تعلیم حق د بشري حقونو په نړیوال اعالمیه‪ ،‬د بشري حقونو په‬
‫اسالمي اعالمیه کې‪ ،‬د ښځو د تعلیم حق په بین المللي قوانینو کې ده‪.‬‬
‫د دې څخه دا نتيجه اخستالی شو داده‪ ،‬چې اسالم ډېرسپېڅلی دين دی په هغه کې د قوانينو سرچينه الهي‬
‫وحی ده‪..‬‬
‫لومړی او ټولو نه مخکې د لمونځ‪ ،‬روژه‪ ،‬او صدقې په هکله نه بلکې‬ ‫(جل جال له)‬
‫څرنګه چې قران مجيد کې هللا‬
‫ولوله یعنې علم حاصل کړه ﻻرښوونه کړې ده چې ددې څخه معلوميږي‪ ،‬چي تعليم ته ډېر اهميت ورکړل شوی‬
‫دی‪.‬‬
‫او نبي کريم صلي هللا عليه وسلم هم والدينو یعنې مور او پالر ته د دې خبرې تاکيد او الرښونه چې هغوی دې‬
‫خپلې لورګانې د ديني اصولو مطابق د علم په جامه کې سمبال کړي او د تعليم څخه دې برخمنې کړي او د نکاح‬
‫څخه وروسته د مېړه مسؤليت چې خپلې مېرمنې ته دې ديني علم زده کړي همدارنګه په اسالمي نړۍ کې‬
‫لومړی نظام او لومړی دين دی چې په نر او ښځه یې علم فرض کړی دی (َطَلُب الِع لِم َفريَض ٌة) دعلم زده کړه‬
‫فرض ده‪.‬‬
‫په همدې ډول اسالم په هر مسلمان نارينه او مسلمانې ښځې فرض کړی دی او رسول هللا صلي عليه وسلم د‬
‫انصارو د ښځو ستاينه کوي‪ ،‬چې حيا او شرم د دوی څخه منع نه کړي‪ .‬چې ځانونه په دين پوه کړي نو څنګه‬
‫بيا څوک جرئت کوي او په يو موضوعي حديث استدالل کوي چې (َأْس ِكُنوُهَّن اْلعَُر َف َو اَل ُتَعِلُم وُهَّن اْلکَتاَبَه)‪.‬‬
‫ژباړه‪ :‬ښځې په باالخانو کې ما هستوي او ليک مه ورښاياست‪.‬‬
‫وړاندیزونه‬
‫•‪۱‬ـ د روښـان فکـره دیـني علمـاوو لـه الرې د عامـه پوهـاوی وشـي او د خلکـو تیـاره‬
‫ذهنونه دې د نجونو د تعلیم په برخه کې روښانه شي‪.‬‬
‫•‪۲‬ـ پـه ټولـیزه توګـه د افغانـانو د پـوهې د سـطحه دې لـوړه شـي‪ ،‬پـه ځـانګړي توګـه د‬
‫نجونو او یا هلکانو د تعلیم په برخه کې د دیني او فقهي مسایل سم تفسیر شي‪.‬‬
‫•‪۳‬ـ د ښځینه معلمانو استخدامول په ځانګړي توګه په لرې پرتو سیمو کې‪.‬‬
‫•‪ -۴‬د هغـو ښـځینه معلمینـو لپـاره چې د ښـارونو څخـه لـرې پرتـو سـیمو تـه اسـتول کـیږي‬
‫تشـویقي معـاش دې ورتـه تخصـیص شـي او هغـوی تـه د اوسـیدو لپـاره پـه پرامنـه سـیمه‬
‫کې کورونه ورکړل شي‪.‬‬
‫•‪ -۵‬پـه هـر لحـاظ دې د نجونـو ښـوونځي تجهیز شـي او د هغې څخـه د کلـک امنیـتي‬
‫تدابیر ونیول شي‪.‬‬
‫•‪ -۶‬د الرو پــه اوږدو کې همــدا رنګــه پــه داخــل د ښــوونځي کې دې د نجونــو امــنیت‬
‫تأمین شي‪.‬‬
‫•‪ -۷‬په لرې پرتو سیمو کې د الحاقیې او څانګې جوړې شي‪.‬‬
‫•‪ -۸‬د غریبو نجونو لپاره دې ځینې غذایي مواد او قرطاسیې ورکړل شي‪.‬‬
‫•‪ -۹‬په کلیو کې د نجونو د تعلیم د مالتړ په موخه دې کلیوالي شوراوې را منځته شي‪.‬‬
‫ماخذونه‬
‫•‬
‫•قرآنکریم‬
‫•‪:۱‬ـ حدیث شریف‬
‫•‪ -:۲‬انور‪ ،‬مولوی نورالحق‪ ،‬کال (‪)۱۳۸۸‬ه ش‪ ،‬په اسالم کې د ښځې حقوقی مقام‪ ،‬االزهر خپرندویه‬
‫•‪ -:۳‬تعاوني‪،‬محمد اشرف علي(‪ )۱۴۲۵‬م اصالح الخواتین‪ ،‬مطبعه فاروقیه پشاور پاکستان‬
‫•‪:۴‬ـ د بشرحقوق‪،‬د مارچ اتمه د ښځو جهانې ورځ‪،‬اول کال شمارة د دلو یولسمه د (‪)۱۳۸۲‬ه‬
‫•‪:۵‬ـ د بشر حقونو ځانګړي نړیوال سندونه‬
‫•‪:۶‬ـ دیوبندی‪ ،‬شیخ الهند موالنا محمود حسن عثماني‪ ،‬عالمه شبیر احمد‪ :‬کال (‪۱۴۲۱‬ه ق) کابلی تفسیر او ترجمه‪،‬‬
‫پښتو ژباړه‪ ،‬د افغانستان د سترو علماو ټولنه‪ ،‬مجمع خادم الحرمین الشریفین‪.‬‬
‫•‪:۷‬ـ رسمي جریده‪ ،‬پرلپسۍ نمبر(‪ )۹۸۹‬د خپریدو نیټه (‪ )۱۳۸۸‬ه ش د زمری د میاشتي (‪ )۱۰‬د افغانستان د‬
‫اسالمي جمهوریت د عدلي وزارت‪ ،‬د ښځې پرعلیه د تاوتریخوالي د منع قانون‬
‫•‪:۸‬ـ رسمي جریده‪ ،‬د خپریدو نیټه (‪ )۱۳۹۲‬ه ش‪ ،‬د افغانستان اسالمي جمهوریت د عدلی وزارت‪ ،‬علمي او‬
‫فرهنګي قوانین‬
‫•‪ :۹‬ـ شائق‪ ،‬موالنا مفتی احسان هللا‪ ،‬د ښځو نوۍ مسایل‪ ،‬موالنا برهان الدین صدیقی‪ ،‬مکتبه رشیدیه سردار پالزه‬
‫اکوړه خټک نوشهره‬
‫•‪:۱۰‬ـ مبارز‪ ،‬عبدالصبور‪،‬د اساسي قانون تحلیل او شننه‪ ،‬لومړي ټوک‪ ۱۳۹۵ ،‬لمریز‬
‫•‪:۱۱‬ـ ملک‪ ،‬کامران‪ ،‬کال (‪ ) ۱۳۹۴‬ه لمریز‪ ،‬ښځه او اسالم‪ ،‬شریف هللا (للموال)‪ ،‬سالم خپرندویه ټولنه‪ ،‬لومړی‬
‫ټوک‬
‫•‪: ۱۲‬ـ نائیک‪ ،‬ډاکتر ذاکر‪ ،‬مسلمانه ښځه بد مرغه نده نیکمرغه ده‪ ،‬کال (‪ ،)۱۳۸۷‬میهن خپرندویه ټولنه‪ ،‬ټوک‬
‫دریم‬
‫•‪:۱۳‬ـ ‪ ،www.khost-web.net/arehive/khazo‬د ښځو او نجونو پوهنه‬
‫•‪:۱۴‬ـ ‪ www.assaabloy.com‬په افغانستان کې د نجونو ښونه او روزنه‪ ،‬ستونزي او حل الري‬
‫د پاملرنی څخه مو مننه!‬
‫ورځ مو نیکمرغه‬

You might also like