You are on page 1of 41

‫سرت فيلسوفان‬

Ketabton.com
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫‪The Great Philosophers‬‬


‫)‪(An Introduction to Western Philosophy‬‬

‫د غرب د مشهورو فيلسوفانو د ژوند مخترص مالومات‬

‫د ګريټ فيلسوفرز کتاب له منځه راټوله شوی پانګه‬

‫ميل فکر ټولنه‬ ‫خپرندوی‪:‬‬


‫سليم صابر‬ ‫کمپوز‪:‬‬
‫‪۴۹۳۱‬هـ ش‬ ‫د نرش کال‪:‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫د ژباړن لنډی خربې‬

‫په دی کتاب کی موږ یوازی د غريب فلسفې د مشهورو اشخاصو په ژوند خربه کړی ده‪ ،‬د غرب فلسفه‬
‫یانی له دوه نيم زره کاله مخکی وخته هغه پيژندل شوی علم چی نړۍ يې تر تاثري الندی راوستی وه‪،‬‬
‫دا دوره له سقراط نه مخکی رشوع کیږي‪ .‬ددی دوری رشوع کوونکي له سقراط نه مخکی یوناين حکامء‬
‫ول‪ ،‬او رس یې معموالً طالس (له ميالده شپږپيړۍ مخکی) معريف کیږي‪.‬‬

‫بايد ووایو چی کوم څه موږ په دی کتاب کی ددغه سرتو اشخاصو په اړه ليکو ددوئ د عظمت او فکر‬
‫په وړاندی ډير کم دي لکه چی یو معارص فيلسوف وايي‪ :‬غواړم ووينم چی زموږ له منځه داسی څوک‬
‫دی چی دوه زره پينځه سوه کاله وروسته يې یوازی څو جملی له ويناوو او ليکنو نه باقي پاتی وي خو‬
‫بيا يې هم خلک د تعظيم لپاره رسونه ټيټ کړي او له افکارو يې متأثر واويس‪.‬‬

‫په هرصورت دومره به ووایو چی که څوک پوه نه وي بايد پوه يش چی د علم او هرن د لويانو افکار هغه‬
‫خزانه ده چی متوليانو يې دروازی ته قلف اچولی او کييل يې په جيب کړي وي خو یوازی هغه وخت‬
‫چی یو همفکر يې د دروازی له چاوده نظر وراچول وغواړي‪ .‬سرتفکري او ذوقي کارونه د ټولو انسانانو‬
‫مشرتک مرياث دی او هرنسل حق لري چی په هغو کی له نوي رسه څيړنه وکړي او خپل مشکالت چی‬
‫تیر نسلونه يې په اړه بی خربه ول له رسه بيا د همدغه آثارو په تله کی واچوي او یوه مناسبه حل الره‬
‫تری راوبايس‪ .‬زه باوري یم چی زما ژباړه به حتمي هغسی نه وي چی ليکوال يې محتوا انتقالول غوښتي‬
‫وي ځکه چی کتاب ددوه ژبو له کنډی وځي نو خامخا به د پانګی په راوړلو کی کمي شوي وي چی زه‬
‫یی هم له ليکوال او هم له لوستونکو دواړو نه معذرت او بخشش غواړم‪.‬‬

‫امني رنځور‬

‫جالل اباد پښتونستان واټ امني پالزه ‪۴۹۳۱‬هـ ش‬


‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫افالطون‬

‫د غرب د فلسفی د رسګذشت په هکله هر کوشش بايد‬


‫له لرغوين یونان نه پيل يش‪ ،‬نه یوازی لومړين‬
‫فیلسوفان بلکی د غرب سرت فالسفه هم له ددوئ له‬
‫منځه راپورته شوي دي‪ .‬د چا نوم چی له ټولو اشنا‬
‫دی هغه سقراط دی چی له ميالده ‪ ۹۳۳‬کاله مخکی‬
‫له نړۍ تللی‪ ،‬خو له هغه مخکی هم په یونان کی نور‬
‫برجسته فالسفه ول لکه فيثاغورث او هراکليتوس چی‬
‫ډیر مشهور دي او همدا راز نور چی له دوئ کم نه ول‪ .‬له ټولو لومړی طالس وو چی‬
‫په شپږمه پيړۍ ق‪-‬م کی ځلیده‪.‬‬

‫له سقراطه مخکی ټول فيلسوفان په دی کی ګډ ول چی غوښتل يې د طبيعت مبدأ‬


‫پيدا کړي‪ ،‬د نن په ژبه ستورپيژندنی (نجوم) یا علم ته له یوی خوا او فلسفې ته يې‬
‫له بلی خو يو ډول توجه کوله‪ ،‬خو په دوئ کی سقراط وو چی له دی هغوا نورو‬
‫مسايلو ته وروخوځېد ځکه پوهېده چی له دی مسايلو ډير څه چی موږ ورته اړ يو‬
‫هغه دادي چی څنګه ژوند وکړو نه دا چی طبيعت څنګه عمل کوي‪ ،‬او د ژوند د اصولو‬
‫له ټاکلو پورته الزمه ده چی لومړی اخالقي مسايلو ته ورسیږو‪ .‬ترکومه ځایه چی موږ‬
‫پوهیږو هغه هيڅ ونه ليکل او ټول تعليامت یې شفاهي القا کړل‪ ،‬له سقراطه د مخکی‬
‫حکاموو هيڅ یو ليکنی هم مستقيامً تر موږ پوری نه دي رارسېديل‪ .‬د هغو فيلسوفانو‬
‫په اړه اطالعات چی موږ يې نوم واخيست په دوهم الس منابعو او د نورو د آثارو په‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫خربو پوری محدود دي‪ .‬په دی منابعو کی نسبتاً طوالين ليکنی او بعضی مستقيم‬
‫اقوال هم ليدل کېدل‪ .‬افالطون د لرغوين یونان یوازينی عامل وو چی لیکنې يې اوس‬
‫وخت له موږ رسه شته دی د سقراط شاګرد وو‪ ،‬په حقیقت کی د سقراط په باب موږ‬
‫ته رارسېديل ډيری اطالعات د همده له ليکنو اخيستل شوي دي‪ .‬بی له شکه چی‬
‫افالطون د ټولو اعصارو او پيړيو د لویو فيلسوفانو له جملی او د ځينو په اند تر ټولو‬
‫لوی فيلسوف وو‪ ،‬راځئ چی په دی اړه ډيرو مالوماتو لپاره له ميالده ‪ ۹۳۳‬کاله مخکی‬
‫د سقراط د مرګ نيټه او د افالطون د ليکنو د رشوع وخت ته وګرځو‪.‬‬

‫کله چی سقراط مړ شو افالطون یوديرش کلن وو او یو اتيا کاله واوسېد‪ ،‬په دغه نيمه‬
‫پيړۍ کی يې په آتن کی د وخت د مشهورې مدرسې اکاډميا په تأسيس الس پوری‬
‫کړ‪ ،‬دا مدرسه د هغه څه لومړنی شکل وو چی نن ورځ يې موږ پوهنتون بولو په دغه‬
‫وخت کی يې د هغه آثار هم وليکل‪ ،‬تقريباً ددغه آثارو ټول يې د خربواترو او مکاملې‬
‫په شکل ليکل شوي دي‪ ،‬او د بېالبېلو اشخاصو له لوري مختلف استاللونه پکی‬
‫اورېدل کیږي چی یو پکې تقريباً همیشه سقراط دی‪ ،‬ټولې نه خو ډيری خربی د هغه‬
‫کسانو په نامه دي چی له سقراط رسه مجلس کوي‪ ،‬په دوئ کی یو فايدون دی‪ ،‬بل‬
‫الخس‪ ،‬بل ائوسوفرون‪ ،‬بل ثيای تئوس‪ ،‬بل پارمنيدس‪ ،‬بل تياميوس او همداسی تر‬
‫اخره‪ ...‬دغسی شل مکاملې زموږ په الس کی شته چی ځينی يې د شل صفحو ځينی‬
‫يې آن تر اتيا او یو دوه خو يې بيا تر دری سوه پاڼو پوری رسیږي‪ .‬ددغه مکاملايت‬
‫پارو مشهوری يې جمهوري او مېلمستيا دي چی ترجمی يې دا وخت د هرچا د‬
‫الرسيس وړ دي ‪ ،¤‬تر ټولو برجسته هغه يې نه یوازی د فلسفې سرت آثار دي بلکی د‬
‫ادبياتو شهکارونه حسابیږي‪ .‬افالطون هم متفکر وو او هم هرنمند‪ ،‬او ليکنی يې هرني‬
‫شکل او ډراماتيک ارزښت لري او ډيری علام بلخصوص په کيمربيج پوهنتون کی د‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫لرغونی فلسفی استاد پروفيرس مايلز برنبيټ په دی عقيده دی چی هيچا په یونان‬


‫کی په دومره ښکال او خوبۍ رسه نرث نه دی ليکلی ❊‪.‬‬

‫په خفګان سره بايد ووایو چی د افالطون ليکنی په پښتو ژبه تر دی وخته نه دی چاپ شوي خو‬ ‫❊‬
‫په فارسي يې بيا ټولی ليکنی ژباړل شوي او ځينی خو حتی مکرر هم چاپ شوي دي‪ ،‬په فارسي‬
‫ليکواالنو کی خدای بښلی محمدعلي فروغي تقريباً لومړنی کس وو چی دده بعضی آثار یې‬
‫فارسي ته وژباړل او ډاکټرحسن لطفي خو يې بيا د آثارو مجموعه فارسی ته وژباړله په اردو يې‬
‫هم ليکنی په پراخه پيمانه موندل کيږي او همداسی زموږ د ګاونډ ټولو ژبو دغه برخی ته خاصه‬
‫توجه کړی ده خو په پښتو کی دغه نيمګړتيا ال هم نيمګړتيا پاتی ده‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫ارسطو‬

‫زموږ نظر د لرغونی نړۍ د فلسفې متعلق ددوه‬


‫فيلسوفانو تر شديد تاثري الندی ده‪ .‬افالطون او‬
‫ارسطو‪ .‬افالطون لومړنی فيلسوف وو چی هغسی چی‬
‫له خپل قلمه ښکيل دي تر موږ پوری رارسېديل‪ ،‬او‬
‫ارسطو دده په شاګردانو کی ترټولو برجسته شاګرد‬
‫وو‪ .‬هغه سلسله چی دلته وررسه مخامخ يو دده‬
‫استثنا او ځانګړتيا ده‪ ،‬ارسطو د افالطون شاګرد وو او‬
‫افالطون بيا د سقراط‪ .‬پوښتنه دلته ده چی آيا ترنن ورځې بل داسی فيلسوف هم‬
‫شته چی تاثري يې تر دغه دری فيلسوفانو پراخ تللی وي؟‬

‫ارسطو د مقدونيې د پاچا د طبيب ځوی وو‪ ،‬له ميالده ‪ ۹۸۳‬کاله مخکی په استاګريا‬
‫کی نړۍ ته راغی او د تحصيل لپاره اتن ته واستول شو‪ ،‬په اوولس کلنۍ کی يې د‬
‫افالطون د شاګرد په صفت اکاډميا ته الړ او د استاد ترمرګه ‪۹۳۳‬ق‪-‬م پوری پوره شل‬
‫کاله هملته پاتی شو‪ ،‬بيا تبعيد شو او د ځينی سيايس دالیلو په وجه دولس کاله له‬
‫وطنه لری اوسېده‪ .‬په دی دوره کی ترډېره په څېړنه او چاپرييال پېژندنه بوخت وو (د‬
‫یوې لنډی مودی لپاره د سکندرکبري استاد هم پاتی شو)‪ ،‬بيا اتن ته راغی او د لوکئون‬
‫په نامه مدرسه يې تأسيس کړه‪ ،‬دولس کاله همدلته پاتی شو‪ ،‬خو یوځل بيا مجبور‬
‫شو چی د سفر بسرته وتړي‪ ،‬خو یوکال وروسته یعنی له ميالده ‪۹۳۳‬کاله مخکی د‬
‫دوه شپېته کلنۍ په عمر ومړ‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫د ارسطو له پنځو دوه برخه آثار يې باقي پاتی دي‪ ،‬خو یوازی دا برخه آثار يې هم‬
‫دولس جلده ته رسیږي‪ .‬او دده د عرص ټول مالومات په بر کی نييس‪ ،‬خو بدبختانه‬
‫هغه ټول آثار چی ارسطو د نرش لپاره اماده کړي وو له منځه تليل‪ ،‬او هغه څه چی‬
‫موږ يې نن ورځ په الس کی لرو هغه یاداښتونه دي چی ده د تدريس لپاره برابر کړي‬
‫وو‪ ،‬او د هغه اديب هرن فاقد دي چی د افالطون په ليکل شويو یاداښتونو کی ليدل‬
‫کیږي‪ .‬خو د هغه وخت د علومو‪ ،‬چاپرييال پيژندنی او منطق په برخه کی يې داسی‬
‫ژور بنيادي کار کړی وو چی له ده وروسته يې تر زر کلونو پوری ساری نه وو‪ .‬د‬
‫منځنيو پيړيو اکرثه فيلسوفان دده له نظرياتو اغيزمن ول‪ ،‬توماس اکويناس چی د‬
‫منځنیو پيړيو غټ فيلسوف وو هرځای به يې غوښتل چی دده یادونه وکړي‪ .‬ارسطو‬
‫د یو بی تعصبه او انعطاف پذيره فيلسوف په توګه پيژندل کیږي چی فلسفه يې د‬
‫انساين تجربې پيچلتياوو ته د رسيدګۍ د یوی دوامداره کوشش په توګه تلقي کوله‪،‬‬
‫او تل په دی لټه کی وو چی ګويا د انساين ژوند د پيچلتياوو لپاره به کومه بهرته الره‬
‫په خپلو افکارو کی ترالسه کړي‪ .‬ارسطو لومړنی غريب متفکر وو چی علوم يې تقسيم‬
‫بندي کړل او رئيوس يې ورته وټاکل‪ ،‬د ځينی علومو نومونه چی اوس وخت کارول‬
‫کیږي په اصل کی له همغه نه موږ ته رسېديل دي‪ ،‬او تحقيقات يې تراوسه پوری هغو‬
‫خلکو ته چی په دغه برخه کی کار کوي مهم دي‪ ،‬دده د ليکنو د یو جامع تحقیق په‬
‫پایله کی مالومیږي چی په فلسفه کی د مابعدالطبيعه او ميتافزيک غوندی ښاخونو‬
‫ايجاد ارسطو کړی دی هغه څه چی دی يې جوهر نوموي‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫د منځنيو پېړيو فلسفه‬

‫په رس کی به ووايو چی د غرب تاريخ په دری لویو دورو‪ ،‬پخوانۍ زمانه‪ ،‬منځنۍ پيړۍ‬
‫او نوی زمانه باندی تقسيمیږي‪ .‬په غريب فلسفه کی همدا رسم دی چی له پخوا‬
‫منځنۍ او نوی فلسفی خربی کوي‪ ،‬د فلسفی د تاريخ کتابونه هم چی چاپيږي په‬
‫همدغه دری دورو باندی تقسیميږی‪ ،‬او څنګه مو چی وويل په پوهنتونونو کی هم‬
‫معموالً په تدريس کی له همدغه برخه بندۍ نه استفاده کیږي‪.‬‬

‫په قدميه فلسفه کی په افالطون او ارسطو باندی غلبه ده خو له دوئ وروسته نور‬
‫مهم او جالب د توجه وړ فالسفه هم په قدميه زمانه کی ول‪ .‬خو متأسفانه چی ددوئ‬
‫له هيڅ یو نه هم ليکنی باقي پاتی نه دي چی د کیفيت او کميت له پلوه ددغه دوه‬
‫فيلسوفانو له کار رسه مقايسه يش‪ .‬د افالطون او ارسطو الس په فلسفه کی دومره‬
‫خالص وو چی د لرغونی فلسفی د لوستلو لپاره بايد هرڅوک پوهنتون ته الړ يش‪ ،‬په‬
‫پوهنتون کی هم د زده کړیال وخت رصف د همدغه دوهوو په آثارو مرصفیږي‪.‬‬

‫ال ويني‬
‫که له دی وروسته هم بيا څوک د فلسفی مطالعی ته ادامه ورکوي نو احتام ً‬
‫به چی ورته ويل کیږي چی مستقيامً دی د ارسطو له فلسفې نوی یا جديدی فلسفی‬
‫ته الړ يش‪ ،‬او ددغه جريان یو پاړکی (د منځنيو پيړيو فلسفه) شاته پاتی کیږي‪ ،‬خو‬
‫د کومی دوری په اړه چی موږ خربی کوو نږدی زرکاله فلسفه‪ ،‬یعنی د روم د‬
‫امپراتورۍ له سقوطه تر رنسانس پوری موده په بر کی نييس‪ .‬او بايد په خپګان رسه‬
‫وویل يش چی وروستي نسلونه د منځنيو پيړيو د فلسفې په مورد په شدت رسه غافل‬
‫پاتی شوي دي‪ ،‬او لوی علت يې هم شايد دا وي چی تقريباً ددغه دوری ټول معترب‬
‫فالسفه ديني علامء او عيسوي کشيشان ول‪ ،‬او زموږ په دغه موجوده عرص کی د‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫مذهب په خالف وسيع غربګون او بلخصوص د حکمرانۍ په وړاندی يې پراخ مخالفت‬


‫په افکارو باندی غالب دی‪ .‬ددغه غربګون په دوره کی د منځنۍ پيړۍ فيلسوفان د‬
‫بدګامنۍ په پرده کی نغښتي دي خو دا له حقايقو سرتګی پټول کیدای يش او مخکی‬
‫له دی چی سړی پوی يش پريوي يې سړی کوم لور ته وړي ځان تری تريوو او د‬
‫تعصب په وجه يې ناديده نيسو چی دا غربګون هم د نورو سموغربګونونو غوندی له‬
‫حده تجاوز کوي‪ .‬د منځنيو پيړيو سرت فيلسوفان ريښتيا هم سرت اشخاص ول‪ ،‬او‬
‫لکه نن چی موږ د فلسفې په اړه نيک نظر لرو دوئ هم کار ورته کړی او سړی يې له‬
‫آثارو ډير څه یادولی يش‪.‬‬

‫د منځنيوپيړيو په فلسفه کی هم د لرغونی فلسفی‬


‫غوندی دوه فيلسوفان له نورو مخکی دي‪ .‬ددی دوه‬
‫اشخاصو یو یې ددغه دوری په لومړيو او دوهم يې‬
‫په اواخرو کی ژوند کړی‪ .‬لومړی يې قديس آګوسټني‬
‫وو چی په ‪ ۹۵۳‬ميالدي کې په شاميل افريقا کی‬
‫پيدا شوی وو‪ ،‬او که څه هم په خپل ژوند کی يې ډير‬
‫سفرونه وکړل خو بريته په ‪۳۹۴‬ميالدي په خپل‬
‫ټاټويب کی ومړ‪ .‬دوه کتابونه يې د ټولو فيلسوفانو په تصديق د نړۍ له سرتو کتابونو‬
‫دي چی یو يې (اعرتافات) او دوهم يې (دخدای ښار) نومیږي‪ .‬دوهم شخصيت هم د‬
‫مقام له نظره ترده کم نه دی یعنی توماس آکویناس‪ ،‬دی په ‪۵۳۳۵‬ميالدي کی په‬
‫ايټاليا کی پيدا شو او په ‪۵۳۳۳‬م کی وفات شو‪ ،‬د اکویناس فلسفه له فني اړخه تر‬
‫آګوسټني پخه ده‪ ،‬او مشهور آثار يې د شاګردانو لپاره دوه مجموعی دي‪ :‬یوه مجموعه‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫يې د کافرانو په رد چی ( د کاتوليک مذهب حقانيت) په نامه ده او دوهمه مجموعه يې‬


‫د کالم د علم په نامه‪.‬‬

‫د آګسټني له مرګه او د روم د امپراتورۍ له سقوطه وروسته هغه دوره رشوع شوه چی‬
‫نن ورځ ورته توره دوره ويېل کیږي‪ .‬له دوئ وروسته همدومره باسوادان او فاضالن‬
‫پاتی ول چی د مرشکو اقوامو د تجاوز په سلسله کی خپله ټولنه محفوظه وسايت په‬
‫دغسی وضعيت کی پوهانو او لوستو رصف حفاظتي او ساتونکی جنبه درلودله‪ ،‬او‬
‫تر مودو مودو پوری هيڅ علمي مهم اثر منځته رانغی‪.‬‬

‫د آګسټني او آنسلم ترمنځ په اووه سوه کلنه موده کی یوازی یو فيلسوف پيدا شو او‬
‫هغه جان سکاټلنډي وو چی په نهمه ميالدي پيړۍ کی يې ژوند کاوو خو کله چی په‬
‫یوولسمه ميالدي پيړۍ کی آنسلم ته رسیږو نو د متفکرانو د یوی مهمی سلسلې‬
‫شاهدان یو چی په تيزۍ رسه د یو بل ځايناستي کیږي‪ ،‬لکه په دولسمه پيړۍ کی‬
‫آبالر‪ ،‬راجربیکن‪ ،‬په ديارلسمه پيړۍ کی توماس آکويناس او بيا ډانزسکوټوس‪ ،‬ويليم‬
‫آکمی‪ .‬چی له ظهور رسه يې ورو ورو منځنۍ پيړۍ پای ته ورسیدی‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫ډيکارټ‬

‫معموالً د نوی فلسفې اصطالح په پوهنتونونو کی‬


‫کارول کیږي‪ ،‬له قدميي فلسفې او منځنيو پيړيو له‬
‫فلسفې ددی فلسفې بېلوالی عبارت دی له‪ :‬ددين د‬
‫اصالح له وخته رشوع فلسفه تر نن ورځې پوری‪ .‬څوک‬
‫چی عموماً د جديدی فلسفی بنسټ اېښودونکی دی‬
‫هغه ډيکارټ دی‪ ،‬نو په روښانه عبارت‪ ،‬د د جديدی‬
‫فلسفې اصطالح یعنی له ډيکارټه وروسته فلسفه‪.‬‬

‫ډيکارټ په ‪ ۵۵۳۱‬کی په فرانسه کی نړۍ ته راغی او فوق العاده ښه تحصيالت يې‬


‫وکړل‪ ،‬خو د یو ځانګړي او مستقل فکر خاوند کس هم وو‪ ،‬تر اوسه يې درس وايه چی‬
‫متوجې شو هغه مرشان چی خربی يې حجت حسابیږي غالباً غلط استدالل کوي‪،‬‬
‫په ځوانۍ کی نظام ته ننوت او د اروپا مختلفو نقاطو ته یې سفرونه وکړل‪ ،‬لېکن‬
‫هيڅکله جبهې ته نه والړ‪ ،‬ډير زر يې دی خربی ته پام شو چی د ژوند صحنه هم د‬
‫کايناتو د کتاب غوندی له تضاد او تناقض نه رسشاره ده‪ ،‬او دا مسئله يې تر توجه‬
‫الندی ونيوله چی آيا الر شته چی انسانان وکولی يش له هغی الری په یو څه يش‬
‫یقني پيدا کړي‪ .‬او که شته نو دا الر څه رقم ده‪ .‬له دی وروسته ډيکارټ له سفره الس‬
‫واخيست او په هالنډ کی چی فکري حيات هلته تر بل هرځايه آزاد وو ګوښه نشني‬
‫شو‪ .‬او تر شلو کلونو یانی له ‪ ۵۱۳۳‬نه تر ‪ ۵۱۳۳‬پوری يې په رياضیاتو او فلسفه‬
‫باندی آثار وليکل چی په عمق او اصالت کی يې ساری نه درلود‪ ،‬او همدا راز يې په‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫علومو هم ډیر تحقيقات وکړل‪ ،‬فلسفه او علوم تر دغه وخته جدا نه بلل کېدل او تر‬
‫اتلسمې پيړۍ پوری ناتفکيک شوي پاتی شول‪ .‬په رياضياتو کی د تحلييل هندسی‬
‫مشهوره څانګه د ډيکارټ ابداع وه‪.‬‬

‫د ډيکارټ مشهور آثار دوه دي چی یو يې (دعقل په الره) او دوهم يې (په فلسفه اولی‬
‫کی تأمالت) نومیږي‪ .‬لومړی اثر يې په ‪ ۵۱۹۳‬کی خپور شو او دوهم يې په ‪ ۵۱۳۳‬کی‪.‬‬

‫ډيکارټ هيڅکله واده ونکړ خو نامرشوع لور يې لرله چی په پينځه کلنۍ کی مړه شوه‬
‫او مرګ يې دده لپاره سرته عاطفي رضبه وه‪ ،‬هغه تل ډير لوکس لباس اغوست او‬
‫ښودله يې چی د پوځ افرس دی خو تل يې د ننګياليو خلکو په نسبت د پوهانو مجلس‬
‫ته ترجيح ورکوله‪ ،‬خو په هغه کلونو کی چی د اخالقو د فلسفې په ليکلو بوخت وو له‬
‫چارسه يې ناسته پاسته نه لرله او منزوي ژوند یې کاوو‪ ،‬په دري پنځوس کلنۍ کی‬
‫يې د ملکې کريستينا په غوښتنه چی دی پری رايض نه وو سټکهومل ته الړ څو ملکې‬
‫ته د فلسفې درس ورکړي خدا مرګونی خطايي وه ډيکارټ په ژمي کی په ذات الريه‬
‫مبتال شو او یو کال وروسته په ‪۵۱۵۴‬م کی ومړ‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫سپينوزا او الیب نيټس‬

‫له ډيرو مودو رسم داسی وو چی د غرب فلسفه د‬


‫اولسمې او او اتلسمې پيړيو په جريان کی په دوه‬
‫مخالفو مکتبونو تقسيم کړي‪ ،‬د تجربې د اصالت مکتب‬
‫په انګلستان کی او د عقل د اصالت مکتب په ټوله اروپا‬
‫کی‪ .‬الک‪ ،‬بارکيل او هيوم يې لوی تجربيان پيژندل او‬
‫ډيکارټ‪ ،‬سپينوزا او الیب نيټس يې لوی عقليان‪ .‬ددوئ‬
‫ترمنځه د ډيرو مسايلو ترمنځ مهمه اختاليف مسئله دا‬
‫وه چی برش له ذهن‪ ،‬او محض عقل نه په استفاده په دی توانیږي چی د کايناتو‬
‫شناخت وکړی يش خو تجربيان بيا له دی خربی منکر ول‪ ،‬او ټينګار يې کاوو چی‬
‫تجربه د هر هغه څه لپاره چی واقعاً وجود لري له رضوري عنارصو څخه ده‪ ،‬نو‬
‫رضور ده چی هر شناخت په یو نه یو قسم له تجربې منشأ واخيل‪ .‬بالخره دغه دوه‬
‫مخالف مکتبونه د اتلسمې پيړۍ په اواخرو کی د اميانويل کانت په فلسفه کی رسه‬
‫یوځای شول‪.‬‬

‫په دی بحث کی غواړو چی په سپينوزا او الیب نيټس وغږیږو چی له ډيکارټ وروسته‬


‫سرت عقيل فيلسوفان ول‪ ،‬د وخت له نظره سپينوزا له الیب نيټس نه لږ مخکی وو‪ ،‬او‬
‫په ‪۵۱۹۳‬م کی په امسټرډام کی نړۍ ته راغی‪ ،‬کورنۍ یې د پرتګال د یهودانو له نسله‬
‫وه‪ ،‬چی وروسته د اسپانيا د عقايدو د تفتیش په دوره کی د ديني آزادۍ په لټه هالينډ‬
‫ته راغيل ول‪ ،‬سپينوزا رسه له دی چی په یهودي کورنۍ کی پيدا شوی او پالل شوی‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫وو خو له ديني رواج پرستۍ نه يې بغاوت وکړ‪ ،‬او په څلرييشت کلنۍ کی یهودي‬
‫مراجعو تکفري کړ‪ ،‬خو له نیکه مرغه هم د خوی او اخالقو او هم د وضعيت او احوال‬
‫په وجه دی خپله تنهايئ ته متاميل وو او ددی لپاره چی کار ته ورسیږي انزوا يې‬
‫اختيار کړه‪ ،‬او حتی د هايډلربګ پوهنتون لخوا يې د استادۍ پيشنهاد هم رد کړ او د‬
‫خپلو عينکو‪ ،‬مايکروسکوپ او ټيليسکوپ لپاره د عدسيو په تراشلو بوخت شو‪ .‬او‬
‫همدغه هره ورځ له شیشی رسه رسوکار د سږو په مرض اخته کړ چی بيا په‬
‫څلورڅلويښت کلنۍ کی د همدغه تکليف له امله ومړ‪ .‬د ټولو په تصديق د سپينوزا‬
‫شهکار اثر اخالق نومیږي چی په رسارس فلسفه بحث کوي او په ‪۵۱۳۳‬م کال یانی‬
‫دده د مرګ په کال دده له مرګه وروسته نرش شو‪ .‬ددی کتاب یوه جالبه ځانګړنه داده‬
‫چی مستقيامً د اقليدس د هندسې په سبک ليکل شوی دی‪ ،‬یانی له څو متعاريف او‬
‫مفهومي لومړنيو اصولو پيلیږي او د قياسی منطق له الری د قضيو د پرلپسی اثبات‬
‫جريان شامره ګذاري کوي او همداسی د ټولی عامل هستۍ نقشه تشکيلوي‪ .‬دا کتاب‬
‫غالباً د فلسفي نظام تر ټولو سرته منونه ده چی مقصد يې د ټولو مسايلو روښانتيا‬
‫ده‪.‬‬

‫د سپينوزا له مرګه یو کال مخکی دده او الیب نيټس یانی زموږ د بحث دوهم فيلسوف‬
‫ترمنځه د مالقاتونو سلسله رشوع شوی وه‪ ،‬چی ددوه سرتو فيلسوفانو د مخامخ‬
‫مالقاتونو نادره سلسله يې بللی شو‪ .‬الیب نيټس د سپينوزا بلکل بالعکس شخصيت‬
‫درلود‪ ،‬درباري‪ ،‬ديپلومات او همیشه په سفر کی وو په ډيرو هيوادونو کی يې افتخارات‬
‫ګټيل وو او له دی مخکی هم په فرهنګي اړخ کی یو لوی کس شمريل کیده چی په‬
‫متعددو علومو باندی حاکم وو‪ .‬جنبيش انرژي (سينټيک) ده وضع کړی وه‪ ،‬بی له دی‬
‫چی خرب يش نيوټن هم په دی کار الس پوری کړی‪ ،‬د جامع او فاضل حساب (انټيګرل‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫او ډيفرينسيل) ابداع يې وکړه او په دی باب يې ليکنی تر نيوټن مخکی خپری شوی‬
‫او موږ يې تر نن ورځې له نظریاتو استفاده کوو‪ ،‬له دی پرته الیب نيټس یو لوی‬
‫فيلسوف وو‪.‬‬

‫الیب نيټس په ‪۵۱۳۱‬م کال په الیپزيک کی نړۍ ته‬


‫راغی او په هانوور کی ومړ‪ .‬د تحصيل په موده کی یې‬
‫داسی استعداد او هوښ له ځانه وښود چی به یويشت‬
‫کلنۍ کی د پوهنتون د استادۍ پېشنهاد ورته وشو خو‬
‫ده هم د سپينوزا غوندی دا پيشنهاد رد کړ‪ ،‬خو یوازی‬
‫د رد دالیل رسه بيل وو ځکه الیب نيټس غوښتل چی‬
‫نړيوال يش‪ ،‬ډير عمر يې د هانوور د دوکانو په خدمت کی تیر کړ او یو له همدغه‬
‫دوکانو وو چی وروسته بيا د لومړي جورج په نامه د انګلستان پاچا شو‪ .‬اليب نيټس‬
‫هر هغه کار چی یو سړي فکر کاوو چی بايد شوی وای کاوو‪ ،‬په همدی وجه يې خپل‬
‫فلسفي آثار په فارغ وخت کی ليکل‪ .‬ليکنې یی ډیری دي خو ليکنی يې د لنډو مقالو‬
‫په شکل ليکل شوي دي تقريباً ّهيڅ یو اثر يې دده په ژوند نه دی نرش شوی‪ .‬په دی‬
‫رسبريه يې له ډول ډول خلکو رسه په مختلفو هيوادونو کی مکاتبه کوله هم ددغه‬
‫مکاتباتو حجم او هم يې محتوا له فلسفي اړخه د توجه وړ ده‪ .‬دده له غښتلو آثارو‬
‫يې (مونادولوژي) او (په مابعدلطبيعه بحث ) دی‪ ،‬یو بل مهم کتاب هم لري چی (د‬
‫انساين فهم په باره کی نوي تحقیقات) نومیږي او تقريباً نکته په نکته يې پکی له‬
‫خپل همعرص مخالف فيلسوف جان الک رسه بحث پکی کړی دی‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫جان الک او بريکيل‬

‫نړۍ چی تراوسه کوم پرنفوذه فيلسوفان ليديل دي په‬


‫هغوئ کی یو هم جان الک انګليس (متولد ‪۵۱۹۳‬م) دی‪،‬‬
‫عموماً عقيده داده چی د ليربال دميوکراسۍ او د‬
‫عرصي تجربوي فلسفې بنياد ده ايښې دی‪ .‬الک‬
‫تجربه اصل بللی دی او فکر کوي چی زموږ برداشتونه‬
‫اصالً ممکن نه دي چی د تجربې له پولو کامل تیر يش‬
‫او زموږ په تصوراتو کی ځای يش‪ .‬ډیرو زياتو‬
‫فيلسوفانو له الک نه وروسته هم دا اعتقاد په مختلفو شکلونو منلی دی‪ ،‬او په نړۍ‬
‫کی خو انګلييس ژيب هيڅکله نه دي توانيديل چی تر اوږدی مودی ددی فکر له‬
‫تسلط نه ووځي‪ .‬د تجربوي فلسفې څريه تر دی حده روښانه وه چی تراوسه د ډيرو‬
‫خلکو په ذهن کی واضحه‪ ،‬بديهي او د شعور په حکم کی عادي ده‪ ،‬او کله خو به چی‬
‫پخپله د الک په خوله بيانېدله نو به يې نتايج بيخي انقاليب ول‪ ،‬که به په فلسفه کی‬
‫وو‪ ،‬که به په طبيعي علومو کی او که به په سياست کی وو د الک د ويناوو یوه برخه‬
‫به همیشه دا وه چی ( په ړندو سرتګو هيڅکله د چا د عرف او عاداتو پريوي مه کوئ‪،‬‬
‫حقايق په نظر کی ونيسئ او خپله فکر پری وکړئ)‪ .‬دا فکر د سياست په نړۍ کی‬
‫خپله یو انقاليب حيثيت لري‪ ،‬په فرانسه کی يې د وولټر او د دايرة املعارف د ملګرو‬
‫په اذهانو بيخي ژور تاثري وکړ د فرانسی له انقالبه مخکی يې د یو مسلط عامل په‬
‫توګه فکرونه تنظيم کړل‪ .‬د امريکې د بنيادګزارانو به مسلسل الک مدنظر وو او د‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫اسايس قانون د تدوين په وخت يې د قوانني د الک د نظرياتو په سيوري کی جوړ‬


‫کړل چی د استقالل اعالمیه يې د تاثري بهرته بېلګه ده‪.‬‬

‫الک د ويسټ مينسټر په مدرسه کی (چی په هغه وخت کی احتامالً په ټول انګلستان‬
‫کی بهرتينه مدرسه وه) او د اکسفورډ په کرايسټ چرچ کالج کی درس ولوست‪ ،‬او په‬
‫همدی ځای کی يې تر پينځه دیرش کلنۍ پوری تدريس ورکړ‪ .‬همداراز یې د طبابت‬
‫صالحيت او جواز ترالسه کړ او له پوهنتوين ژوند وروسته سياست او طبي تحقيقاتو‬
‫ته ننووت (کله چی ژوندی وو نو اکرثاً به د ډاکټرالک په نامه هم یادېده)‪ ،‬په هغه اړودوړ‬
‫کی چی انګليسانو (رسلوړی انقالب) باله الک مجبور شو چی د ځان د ساتنې لپاره‬
‫هالنډ ته پنا یويس او یو له هغو لومړنيو انګليسانو وو چی په ويليم اورنج پسی د‬
‫سټوراټ سلسلې د پرځولو لپاره انګلستان ته ستون شو‪ .‬له دی مخکی کلونه کلونه‬
‫د خپلې لیکنی (د انساين فهم باره کی تحقیق) په تکميل بوخت وو چی په فلسفه کی‬
‫یو شهکار بلل کیږي‪ .‬دا ليکنه په ‪۵۱۸۳‬م کی کله چی الک اوه پنځوس کلن وو نرش‬
‫شوه‪ ،‬خو په پښتۍ يې ‪۵۱۳۴‬م ليکيل دي نو شايد د همدی اشتباه له امله يې د نرش‬
‫کال دا ښودل کیږي‪ .‬له دی وروسته يې هم تر ‪۵۱۳۹‬م پوری څو کتابونه وليکل‪ .‬الک‬
‫دوه اويا کاله عمر وکړ او نور څه يې هم وليکل او نږدی ټولی ليکنی يې د پينځو کلونو‬
‫په دوران کی خپری شوی‪.‬‬

‫له الک وروسته بل انګريزفيلسوف چی نړيوال شهرت لري جورج بريکيل دی‪ ،‬بريکيل‬
‫ډير ځايونه له الک رسه غربګون هم ښودلی خو له دی رسه رسه بهرته ده چی په‬
‫دواړو یوځای بحث وکړو‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫بريکيل په ‪۵۱۸۵‬م کال په ايرلېنډ کی پيدا شو‪ ،‬او د ډوبلني ښار په ترينايټي کالج کی‬
‫يې درس ولوست‪ ،‬او ټول آثار يې چی په فلسفه کی يې نن ورځ د شهرت مایه ده د‬
‫عمر د شل او ديرش کلنۍ ترمنځ نرش ته وسپارل لکه ( د بينايئ جديده نظريه) او‬
‫(دانساين معرفت اصول)‪ .‬ځينی نور آثار يې ددی مستحق دي چی الښه وپېژندل‬
‫يش‪ ،‬خو هغه آثار چی دده د شهرت المل شوي دي همدغه دي چی پورته مو ذکر‬
‫کړل‪ .‬بريکيل په ‪۵۳۹۳‬م کی د مذهبي پېشوا مقام ته ورسېد او تر نن ورځې پوری غالبا ً‬
‫د همدغه لقب يادیږي‪ .‬د ژوند ډيره برخه يې به ټولنيزو فعاليتونو او یوه عمده برخه‬
‫يې په نوی نړۍ (یانی امريکا) کی تريه شوه‪ .‬د ييل په پوهنتون کی یو کالج هم دده په‬
‫نامه دی او په کليفورنيا کی د بريکيل ښار هم دده په نامه نومول شوی‪ ،‬بريکيل په‬
‫‪ ۵۳۵۹‬م کی ومړ او جسد يې د اکسفورډ په کريسټ چرچ کالج کی دفن شو کوم چی‬
‫مخکی د الک کالج وو او زوی یې هم دغلته تحصيل کاوو‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫ډيويډ هيوم‬

‫هغه سرت فيلسوف چی خپل ټول آثار يې په انګلييس‬


‫ليکيل خو دی انګليس نه وو بلکی سکاټلنډی وو ډيويډ‬
‫هيوم نومیږي‪ ،‬په کال ‪۵۳۵۵‬م په ايډينربو کی نړئ ته‬
‫راغی‪ .‬هيوم د خپل کار بهرتين آثار هغه وخت وليکل‬
‫چی کله دی ځوان وو‪ ،‬په اتلس کلنۍ کی يو ډول عقيل‬
‫مکاشفې الس ورکړ او اته کاله يې له دی وروسته د یو‬
‫غټ او انقاليب کتاب (د انساين طبيعت په باب رساله)‬
‫باندی مرصف کړل‪ ،‬خو له ډير سست او کمزوري غربګون رسه مخ شو لکه چی دی‬
‫پخپله وايي (له چاپخانی مړی پيدا شوی وو)‪ ،‬هيوم د ديرش او څلويښت کلنۍ په‬
‫عمر کی یو ځل بيا کوشش وکړ چی تري جربان کړي او خپل یاد کتاب په نوي شوق‬
‫په نسبتاً کوچنيو دوه جلدونو کی بيا خپاره کړل چی يو يې (دانساين فهم باره کی‬
‫تحقیق) او بل يې (داخالقو د بنسټ په باب تحقیق) نومېدل خو دا ځل يې هم د تري‬
‫کتاب په څري پڅ استقبال وشو او نور نو ظاهرا ً هيوم فلسفې ته شا کړه‪ .‬د عمر د‬
‫څلويښت او پنځوس کلونو په منځ کی یې د بريتانيې د تاريخ په باب کتاب وليکه چی‬
‫تقريباً تر یونيم سل کلونو پوری په خلکو کی محبوب وو او د تاريخ د استناد په توګه‬
‫به تاريخپوهانو ګټه تری اخيسته‪ ،‬او په همدی وجه يې نن ورځ کله کله خلک د مؤرخ‬
‫په لقب هم یادوي‪ ،‬د خپل حيات په موده کی يې د یو اقتصاددان په توګه هم په خلکو‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫کی تاثري درلود او کله چی د کرنسۍ خربه راپورته شوه نو د هيوم نظريات پکی یوځل‬
‫بيا مرکزي رول ولوباوو‪ ،‬همدا راز د دولتي امورو په برخه کی يې هم کايف پوهه لرله‪ ،‬د‬
‫انګلستان او اتريش په جګړه کی يې د لوړپوړي افرس په دنده خدمت هم کړی‪ ،‬یوه‬
‫موده يې په پاريس کی د برطانيې د سفري او وروسته بيا د بهرنيو چارو وزارت‬
‫مرستيال شو‪.‬‬

‫هيوم مختلفو محافلو ته تګ راتګ درلود‪ ،‬او هر چېرته د خپلی خوشطبيعتۍ او نبوغ‬
‫په وجه محبوب وو‪ ،‬د دوستۍ لپاره يې داسی کمساری استعداد درلود چی کولی یې‬
‫شول د فرانسوي همعرصه فيلسوف ژان ژاک روسو ملګری هم يش‪ ،‬حتی یو وخت‬
‫خو روسو غوښتل چی د هيوم د شتون په وجه په انګلستان کی ژوند وکړي‪ ،‬په فرانسه‬
‫کی هيوم په (‪ )le Bon David‬مهربان ډيويډ مشهور وو‪ ،‬او په پلرين ښار ادينبورو کی‬
‫خو دده د اوسېدنی واټ د پاک ډيوډ په واټ مشهور وو‪ .‬داسی القابو ته په پام رسه‬
‫شايد دا د روزګار یوه لوبه وه خو هيوم به د خپل وروستي فلسفي شهکار په لیکلو‬
‫بوخت وو یعنی په فطري دين باندی ژور او ټومبونکی نقد کول غوښتل چی له مرګ‬
‫مخکی يې په اړه څوک نه پوهیدل‪ .‬هيوم په کال ‪۵۳۳۱‬م کی ومړ‪ ،‬او کتاب يې ( د‬
‫طبيعي دين په اړه څو خربی اتری) چی د ځينو په نظر دده بهرتين کار وو په ‪۵۳۳۳‬م‬
‫کی چاپ شو‪.‬‬

‫هيوم ډير جذاب او زړه راښکونکی شخصيت لري او همدا راز بايد دی په ادينبورو کی‬
‫د اتلسمې پيړۍ د هغه فکري او عقيل خوځښت عامل هم وبولو چی اوس يې موږ د‬
‫(دسکاټلنډ د روښنفکرۍ غورځنګ) په نامه پيژنو‪ ،‬هغه نهضت چی په ترتيب رسه يې‬
‫سرت فيلسوفان سرت اقتصادپوهان سرت انګليس ژوندليکونکي‪ ،‬ډيويډهيوم‪ ،‬ايډم‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫سميت او جيمز بازول راوټوکول‪ .‬دغه دريواړو کسانو يوبل پېژندل‪ ،‬ايډم سميت خو د‬
‫هيوم یو له صميمي دوستانو څخه وو چی ډير سخت د هغه ترتاثري الندی وو‪ ،‬بازول‬
‫غوښتل چی د هيوم ژوندليک وليکي خو افسوس چی هيڅکله په دی کار بريالی نه‬
‫شو‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫کانت‬

‫اميانويل کانت هغه کس وو چی فيلسوفان يې یو داسی‬


‫شخص بويل چی د لرغوين یونان له وخته تر نن ورځې‬
‫پوری يې سيال نه دی پيدا شوی‪ ،‬کانت په ‪۵۳۳۳‬م کال‬
‫په ګونیګسربګ کی وزيږید او هاملته تر نژدی اتياکلنۍ‬
‫پوری واوسېد او په‪۵۸۴۳‬م کی ومړ‪ ،‬دده باره کی ډيری‬
‫خربی کیږي لکه چی وايي کانت هيڅکله له کونيګسربګه‬
‫بريون ونه ووت او د عمر تر وروستۍ شېبی پوری يې له خپل ټاټويب بهر پښه‬
‫کینښوده‪ ،‬همدا راز وايي چی دی د خپل ورځني ژوند د تقسيم اوقات سخت پابند وو‬
‫چی د کونيګسربګ خلکو په اسانۍ کولی شول ساعتونه يې د عبور په وخت د خپل‬
‫کور له پنجرو نه وشمېري‪ .‬کانت هيڅکله واده ونکړ او ژوند يې ظاهرا ً بلکل آرام او بی‬
‫حادثې تیرېده‪ .‬خو هيڅکله هغه وچی لرګی هم نه وو چی پورته مو ترشیح کړه‪ ،‬یانی‬
‫نسبت نورو خلکو ته نيکخويه‪ ،‬نيک لباسه‪ ،‬په محاوره کی دروند او نکته سنج وو‪ .‬په‬
‫کونيګسربګ پوهنتون کی چی له ديرش کاله زيات يې هلته استادي لرله د تدريس په‬
‫وخت يې ښکلی بيان درلود او په درسونو کی يې الس ډیر خالص وو‪.‬‬

‫حريانوونکی ده چی کانت لومړنی سرتمعارص فيلسوف وو چی په پوهنتون کې يې‬


‫تدريس کاوو‪ ،‬ډيکارټ‪ ،‬سپينوزا‪ ،‬اليب نيټس‪ ،‬جان الک‪ ،‬بريکيل او هيوم هيڅ یو د‬
‫فلسفی درس نه ورکاوو‪ ،‬حتی تر یوی بلی پيړۍ یانی تر نولسمې پيړۍ پوری هم‬
‫همدا دستور وو‪ ،‬یوازی بارز شخص هيګل له دی مستثنی وو خو شوپنهاور‪،‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫کارکيګور‪ ،‬کارل مارکس‪ ،‬جان سټورټ میل او نيچه هيڅ یو پوهنتوين فيلسوف نه وو‪.‬‬
‫نيچه خو حتی پوهنتون خوشی کړ څو فيلسوف يش‪ ،‬په جدید عرص کی‪ ،‬کله چی‬
‫نولسمې پيړۍ ته رسیږو وينو چی تقريباً ټول سرت فالسفه پوهنتونيان دي‪ ،‬دا بيله‬
‫خربه ده چی وويلی يش چی آيا د فلسفې مسلکي کېدو لپاره همدا طرز ښه دی که‬
‫نه‪ .‬یادا چی له دی الری تريېدل نشته‪.‬‬

‫بريته ورګرځو د پوهنتون یو سرت او لومړين استاد ته‪ ،‬د کانت د ځوانۍ او د ژوند د‬
‫منځنيو وختونو ليکنو هغه ته ډير شهرت ورکړ‪ ،‬خو نن ورځ دده هيڅ اثر پرته له ډيرو‬
‫کمو کسانو لوستونکي نه لري‪ ،‬دده ځينی ليکنی وی چی اووه پنځوس وروسته يې‬
‫په تدريج نرش شوی او انتشار يې همداسی تر اويا کلنۍ وروسته هم ادامه درلوده‪.‬‬
‫دا وخت دی یو ډير عجيب کار وکړ او هغه دا چی د عمر په وروستۍ موده یانی زړښت‬
‫کی يې یو کتاب وليکه چی د ټولو په تصديق د کانت شهکار د هغه همدا کتاب دی‬
‫چی (په محض عقل نقد) نومیږي‪ ،‬چی په ‪۵۳۸۵‬م کی چاپ شو او په لومړي رس کی‬
‫څوک ښه پری پوه نه شو‪ ،‬په دی وجه کانت دوه کاله وروسته ددغه کتاب محوري‬
‫مباحث په یو کوچني جدا جلد کی چی (رسيزه) یا متهيدات نوميده چاپ کړه‪ ،‬او څه‬
‫موده وروسته يې بيا په تدريج رسه په نورو کتابونو کی د خپل شهکار مباحث ترشيح‬
‫کړل‪ .‬همدا راز يې یو بل کتاب (دمابعدالطبيعه اخالقو بنياد) هم وليکه چی په ‪۵۳۸۵‬م‬
‫کی نرش شو او له هغه وخته تر نن ورځې پوری په اخالقي فلسفه لوی تاثري لري‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫هيګل او مارکس‬

‫د هيګل غوندی کم فيلسوفان به وي چی په واضحه يې‬


‫د نړۍ مخ بدل کړی دی‪ ،‬هم خپله يې د املان په نشنلیزم‬
‫باندی تاثري پريښی دی او هم يې غريمستقيم د خپل‬
‫مريد کارل مارکس ( چی زموږ د عرص ډیر حکومتونه يې‬
‫نوم د ځان د وصف په توګه کاروي) د مشهورو آثارو په‬
‫مټ نړيوال خطوط په خپل ځان پسی راښکيل دي‪ .‬نو که‬
‫وغواړو چی په نړۍ د هيګل تاثري ووينو نو خپل‬
‫چاپرييال ته دی وګورو‪ .‬هيګل د نړۍ د سيايس حاالتو ترڅنګ په فلسفه هم همدومره‬
‫سرتتاثري لري لکه چی وايي د فلسفې تاريخ له هيګل نه تر اوسه پوری‪ ،‬ممکنه ده‬
‫چی دده د آثارو په مورد به رنګارنګ عکس العملونه وي‪.‬‬

‫ګيوريګ ويلیم فريدريش هيګل په ‪۵۳۳۴‬م کال په اشتوتګارت ښار کی نړۍ ته راغی‬
‫او د عمر ډيره برخه يې په تدريس تیره کړه لومړی په هايډلربګ او بيا په برلني کی د‬
‫فلسفې استاد شو‪ .‬هيګل فلسفی ته ډير وروسته راغی خو کله چی په ‪۵۸۹۵‬م کی‬
‫وفات شو نو په رسارس املان کی تکړه فلسفي وو‪ ،‬د څه مهم او پرنفوذه آثار يې (د‬
‫ذهن پديده‪ ،‬د منطق علم‪ ،‬د حق فلسفه‪ ،‬د تاريخ فلسفه)‪.‬‬

‫د هيګل څوتنه پريوان خپله هم مشهور شول خو ددی یو شهرت هم کارل مارکس ته‬
‫نه رسیږي‪ ،‬مارکس په ‪۵۸۵۸‬م د املان په ټراير ښار کی وزیږید‪ ،‬او په ځوانۍ کی هغه‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫وخت چی فلسفه یې لوستله د هيګل ډير سخت تاثري پری‬


‫وشو‪ ،‬خو تر هغی سوسيالست وو چی ترڅو يې په پينځه‬
‫ويشت کلنۍ کی فلسفه له املانه‪ ،‬سياست له فرانسې او‬
‫اقتصاد له انګلستانه ترالسه کړ‪ ،‬او په خپلو کی یې مخلوط‬
‫کړ او یو قوي نچوړ يې تری راوويست چی نن ورځ په‬
‫مارکسيزم مشهور دی‪ .‬په ‪۵۸۳۸‬م د یو پيسه دار کارخانوال‬
‫په موافقه چی فريدریش انګلش نومیده يې د کمونست بيانيه وليکله‪ .‬شايد د عقايدو‬
‫او افکارو په تاريخ کی بله هيڅ همکاري دومره د اهميت وړ نه وي لکه د مارکس او‬
‫انګلش چی ثابته شوه‪ ،‬ددی لپاره چی مارکس د ليکلو قابل وي انګلش د عمر د ډيری‬
‫برخی معاش ورکاوو‪ ،‬مارکس د ژوند ډيروخت د ځينی سيايس فعاليتونو په وجه له‬
‫وطنه جدا تري کړل‪ ،‬په یوديرش کلنۍ کی لندن ته الړ او تر مرګه یانی تر ‪۵۸۸۹‬م پوری‬
‫هملته پاتی شو‪ ،‬او قرب يې د های ګيټ په مقربه کی دی‪ ،‬اوږده کلونه يې په مطالعه‬
‫او کار باندی د برتانيې په قرأت خانه کی تريکړل او همدغلته وو چی شهکار يې‬
‫(درسمايې کتاب) وليکه چی په ‪۵۸۱۳‬م کی نرش شو‪ .‬مارکسيزم په خپله د فلسفې د‬
‫منل شوی کلمې په مانا نه ده ليکن ښکاره ده چی د فلسفې عمده عنرص برخه پکی‬
‫لري او دغه عنرص هميشه هيګل وو‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫شوپنهاور‬

‫ممکنه ده فکر وکړو چی هغه یوازينۍ رشته چی د ورځنۍ‬


‫سليقی له زيږیدلو هوسونو نه تابعيت نه کوي فلسفه ده‪ ،‬خو‬
‫داسی نه ده‪ ،‬په فلسفه کی هم د برش د نورو فعاليتونو غوندی‬
‫ظاهرا ً هر نسل د تیر نسل په کړنو غربګون ښيي چی په نتيجه‬
‫کی يې هغه ليکواالن چی آثار يې ډير لوستونکي لري له پامه‬
‫لویږي او نوی څريی راځلیږي‪ ،‬ددی کار حاصل دا وي چی‬
‫په هر معني وخت او سيمه کی یوڅه کسه د ګوتو په شامر خلک مشهور يش او د‬
‫مطالعی پام ورته ورګرځي او تیر مشهور خلک له پامه غورځي خو یو وخت بياځل‬
‫داسی راځي چی همغه هريو شوو خلکو آثار د اړتيا له مخی خلک ميدان ته رابايس‬
‫او آثار يې بيا په اصطالح بابیږي او دا پروسه همداسی روانه وي‪.‬‬

‫د هغو فالسفهوو له منځه چی په دی رسنوشت اخته وو یو يې هم شوپنهاور دی چی‬


‫د عمر ډيره برخه يانې د نولسمې پيړۍ لږ ډير له پامه وغورځېد خو د همدغه پيړۍ‬
‫په دوهمه نياميي کی یوځل بيا د نومياليو او پرنفوذه فلسفيانو مقام ته ورسېد‪ .‬خو‬
‫د شلمې پيړۍ په لومړيو کی بيا داسی کلک هريشو چی د فلسفی د استادانو لپاره‬
‫يې آثارو نور د مطالعی ارزښت نه درلود‪ ،‬خو دادی زموږ په عرص کې ددغه‬
‫سرتفيلسوف آثار بيا د توجه وړ ګرځېديل دي ددی علتونه ډير دي خو موږ راځو‬
‫بريته خپلی اصيل خربی ته‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫آرټورډ شوپنهاور په ‪۵۳۸۸‬م کی په ډينزيګ يا اوسني ګوډینسک کی زيږيدلی‪ ،‬کورنۍ‬


‫يې څونسله مسلسل د هغو پيسه دارو تجارانو له جملی نه وه چی په هانزای مشهور‬
‫ول‪ .‬شوپنهاور هم د نړيوال تجارت مسري ته د داخلېدو لپاره روزل شوی وو نه د علمي‬
‫او تحقيقايت زوند لپاره‪ .‬خو ده له کورنيز تجارت رسه مينه نه درلوده او په ډير ټينګار‬
‫پوهنتون ته الړ او باقي عمر يې د هغه بوديجی په مټ چی لرله يې په مستقلو‬
‫مطالعاتو او ليکلو تري کړ‪ .‬دده د ډاکټرۍ تيزيس هم نن ورځ د یو کالسيک اثر په توګه‬
‫ارزښت لري‪ ،‬شوپنهاور تراوسه دوه یا درويشت کلن وو چی هوډ يې وکړ څو شهکار‬
‫(نړۍ د ارادی او منايش غوندی) وليکي‪ .‬دا ليکنه په ‪۵۸۵۸‬م هغه وخت چی ده پښه‬
‫ديرش کلنۍ ته کېښوده منترش شو‪ ،‬له دی وروسته تر دوه اويا کلنۍ پوری شوپنهاور‬
‫پرميانه آثار نرش کړي دي‪ ،‬همدا راز يې د مقالو مجموعه چی تفننات او متمامت‬
‫نومیږي او دوه نور کوچني د اخالقو کتابونه چی د اخالقو اساس او د ازادۍ اراده‬
‫نومیږي هم خپاره شول‪ ،‬یو بل کوچنی کتاب هم لري چی دطبيعت اراده نومیږي‪ ،‬په‬
‫دغه کتاب کې يې غوښتل وښيي چی جديد علمي اکتشافات دده د فکر زيږنده ده‪،‬‬
‫خو دده په ليکنو کی تر ټولو مهم تحرير چی وو هغه (نړئ د ارادی او منایش غوندی)‬
‫اثر دوهم ځل چاپ وو چی د لومړي اثر دوه برابره حجم يې درلود او په ‪۵۸۳۳‬م کی‬
‫منترش شو‪.‬‬

‫شوپنهاور د څو ځانګړنو له امله جالب وو‪ ،‬آثار يې بالفاصله د کانت له آثارو وروسته‬
‫راځي‪ ،‬او د غريب فلسفې په اصل جريان کی خاص ځای لري‪ .‬له هندو او بودايي‬
‫آيني نه ډيره ښه اطالع لري او یواځینی غريب فيلسوف دی چی د رشقيانو او غربيانو‬
‫د افکارو ترمنځ مهمو او پرمعنا مشابهتونو ته اشاره کوي‪ ،‬له دی هاخوا‪ ،‬دی لومړنی‬
‫سرت غريب عامل دی چی په ښکاره او رصاحت رسه د خدای له وجود نه انکار کوي‪،‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫له شوپنهاور پرته هيڅ بل سرت فيلسوف د هستۍ په نظام کی هرن ته دومره سرت مقام‬
‫نه اختصاصوي په همدی وجه د نورو ټولو فيلسوفانو په نسبت په جديد عرص کی‬
‫د هرنمندانو ترمنځ دی ډير محبوبيت لري‪ ،‬خپله د املاين نرث له بهرتينو استادانو‬
‫څخه دی خو بايد ووایو چی د شوپنهاور فلسفه‪ ،‬نرث او نور آثار دومره عميق دي چی‬
‫په ډيره مشکله سړی کولی يش ژورو ته يې ورسیږي‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫نيچه‬

‫هر فهرست چی د نولسمې پيړۍ د فلسفې له حوزی‬


‫دباندی تاثريلرونکيو فيلسوفانو نومونه ذکر کوي بايد‬
‫د هيګل‪ ،‬مارکس‪ ،‬شوپنهاور او نيچه له نومونو خايل‬
‫نه وي‪ ،‬په اروپا کی له انګلستان نه په استثنی رسه‬
‫نيچه په فالسفهوو هم بيحده تاثري درلود‪ ،‬لېکن تر څه‬
‫موده مخکی پوری يې له انګليسانو یوازی عناد او‬
‫بدګامين ليدلی ده خو په نوره نړۍ کی داسی احساسیږي چی د نيچه آثار یوه خاصه‬
‫توجه حاصلوي لګيا ده‪ ،‬او تازه وينو چی د ژبې د تحليل اهل فالسفه يې د آثارو کتلو‬
‫ته متوجې شوي دي‪ .‬البته نيچه په اديبانو همېشه ژور تاثري لرلی دی چی په هغی‬
‫جملې کی د انګلييس ژبی مشهور ليکواالن لکه برناردشو‪ ،‬انګلييس شاعر ويلیم‬
‫بيټلرييټز او مشهور شاعر او رومان ليکونکی ډي ايچ الورينس هم راځي‪ .‬نيچه په نرث‬
‫کی هم ښه وو او د نړۍ په ډيرو ژبو يې نرث ژباړل شوی دی‪.‬‬

‫فريدريش نيچه په ‪۵۸۳۳‬م کال د املان په ساکسوين ايالت کې نړۍ ته راغی‪ ،‬په‬
‫پوهنتون کی د يونان او التني د ژبی او معارف په پوهه کی فوق العاده وځلېد‪ ،‬او تر‬
‫اوسه ترڅوويشت کلنۍ نه وو رسېدلی چی د پوهنتون د استادۍ څوکۍ ته ورسېد‬
‫هغه څه چی په هغه زمانه کی بیساری وو‪ .‬خو وروسته يې تدريس او پوهنتون ته شا‬
‫کړه یوازيتوب يې غوره کړ او فيلسوف شو‪ .‬شپاړس کاله يې ليکل وکړل او ډيری ليکنی‬
‫يې کوچني کتابونه دي یا مقالې او ويناوی دي‪ .‬پېژندل شوي کتابونه يې (انسان او‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫تراژيدي‪ ،‬انساين خاکه‪ ،‬له نيک او بد هاخوا) او د اخالقو نسب دي‪ .‬او تقريباً مشهور‬
‫کتاب يې زرتشت دی‪ ،‬دی په لومړي رس کی د شوپنهاور او واګرن له نظرياتو ډېر‬
‫اغيزمن وو‪ .‬خو وروسته يې له دواړو زړه تور شو او داسی حد ته ورسېد چی بعضې‬
‫مشهورې جدلنامې يې د واګرن خالف وليکلی‪.‬‬

‫نيچه د ژوند د خالقيت د دورې له څلورو کلونو زيات د فکري وحدت په هيڅ دستګاه‬
‫رامنځته کولو ونه توانېد‪ ،‬خو وروسته ورو ورو په دی فکر کی شو چی بايد د خربو‬
‫ټول عمده موضوعات يې بايد په یو جامع اثر کی رسه راټول کړي‪ ،‬لومړی يې غوښتل‬
‫چی ددغه اثر نوم (قدرت ته معطوفه اراده) او بيا يې (د ارزښتونو پلټنه) نوم ورته غوره‬
‫کړ‪ ،‬خو خربه داوه چی نيچه همېشه رنځور وو‪ ،‬مګر د ‪۵۸۸۳‬م په جنوري کې په‬
‫ټولييزه توګه د سيفيليس د درميې دوری رواين ناروغۍ په پایله کی له پښو ولوېد‪ ،‬او‬
‫له همغه وخته ترمرګه پوری یانی ‪۵۳۴۴‬م پوری بيچاره او ناتوانه د جنون په پنجو‬
‫کې پروت وو‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫هورسل او هايډګر‬

‫یو له هغو فيلسوفانو چی د شلمې پيړۍ په لومړيو کی‬


‫يې فعاليت کاوو او هميت يې په مراتبو له هغی ډير‬
‫دی چی له فلسفې خارج حوزه کی يې لري‪ ،‬دا شخص‬
‫د ايډمنډ هورسل په نوم يو جرمنی دی‪ ،‬چی په‬
‫‪۵۸۵۳‬م کی پيدا او په ‪۵۳۹۸‬م کی مړ شو‪ ،‬د یو جامع‬
‫تصديق په بنا د هورسل شهکار هغه اثر دی چی‬
‫منطقي تحقیقات نومېږي‪ .‬دا اثر په دوه جلده کی په‬
‫‪۵۳۴۴‬م او ‪۵۳۴۵‬م کی نرش شو‪ ،‬بله ليکنه يې د تصوراتو په نامه دی چی له لومړي‬
‫اثره دولس کاله وروسته چاپ شو‪ .‬هورسل د خپل ځانګړي بحث له مخی په فلسفه‬
‫کی د آګاهۍ د منظم تحليل په خاطر یو نوی مکتب پرانيست چی په معارصه فلسفه‬
‫کی يې پديده پيژندنه بويل‪ .‬په دی اصطالح کې د هر هغه څه تحليل راځي چی په‬
‫مستقيمه تجربه پوری اړه لري نه مادي اشياء‪ .‬خو په دی کی ډير جنجايل موارد هم‬
‫شته‪ ،‬ځکه دا اصطالح یوازی د شخص په افکارو دردونو عواطفو او خاطراتو نه بلکی‬
‫په موسيقۍ رياضياتو او ډيرو نورو شيانو باندی هم اطالقیږي‪.‬‬

‫د هورسل له پريوانانو يو هم مارټني هايډګر دی‪ ،‬مارټني په ‪۵۳۳۳‬م کال د وخت او‬
‫هستۍ په نامه يو کتاب نرش کړ چی هورسل ته يې اهداء کړی وو او په دغه ليکنی‬
‫رسه يې مستقله الره مخکی ونيوله‪ ،‬د هايډګر وخت او هستي کتاب په شلمه پيړۍ‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫کی د اصالت وجود فلسفې یا اګزيټينشليزم رسچينه‬


‫شوه‪ .‬په شپږاتياکلنۍ کی مړ شو خو د عمر په دغه‬
‫اوږده برخه کی يې له یاد کتاب پرته نور ډير کتابونه هم‬
‫وليکل خو شهکار يې همدا وخت او هستي وه‪ .‬له هايډګر‬
‫نه مخکی هم اګزيټينشليزم شهرت درلود بلخصوص ژان‬
‫پل سارتر بحث پری درلودلی حتی د سارتر مهم فلسفي‬
‫کتاب هستي او نيستي هم دا مسئله تر یو اوږده بحث الندی نيولی ده خو مسلم‬
‫استاد يې هايډګر وو او داسی عقيده شته چی سارتر دی له هايډګر نه د تاثري څه‬
‫بوی اخيستی وي‪ .‬نو دلته په فلسفه کی له یو روښانه او مشخص تحول رسه مخ‬
‫کیږو چی له هورسل نه هايډګر ته رسیږي او له هايډګر نه سارتر ته‪.‬‬

‫دلته اړينه ده چی له یو بل شخص نه هم یادونه وکړو او هغه موريس مولو پونټي وو‪،‬‬
‫چی به ‪ ۵۳۳۵‬م کی يې د حيس ادراک پيژندنی په نامه مهم کتاب خپور کړی وو‪،‬‬
‫سارتر او مولو پونټي یو وخت صميمي دوستان ول او په رشيکه يې یوه مجله هم‬
‫تأسيس کړی وه‪ ،‬چی مسئوليت يې مولوپونټي ته ورپه غاړه وو‪ ،‬خو عمر يې جفا‬
‫وررسه وکړه او په دري پنځوس کلنۍ کی مړ شو‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫د اصالت عمل فلسفه (امريکايي پريوان)‬

‫په فلسفه کی هم د نورو ډيرو زمينو غوندی د انګلييس ژبې د فعاليت مرکز متحده‬
‫اياالت دي نه برتانيه‪ .‬لېکن دا تازه خربه نه ده او د امريکی فلسفه له سل کاله مخکی‬
‫وخته تر نن پوری نړيوال اهميت لري‪ ،‬څنګه چی برټراندراسل يې په خپل ژوندليک‬
‫کی وايي چی د نولسمې پيړۍ په اواخرو او د شلمی پيړۍ په لومړيو کی د هارورډ د‬
‫فلسفې له مکتبه بل بهرت ځای نه پيدا کیږي‪ ،‬د امريکا د فلسفې ترټولو برجسته‬
‫منايندګان دری نفره ول چی له هغه وخته تر نن پوری هامغسی پايداره پاتی دي‪ .‬یو‬
‫له دوئ نه يس ايس پريس دوهم يې ويليم جيمز او دريم يې جان ديويي دی‪ .‬کله‬
‫دوئ ته د یو کيل عنوان الندی د اصالت عمل مکتب امريکايي پريوان وايي‪ ،‬خو‬
‫حقیقت دادی چی ددی دريواړو ترمنځ له هغی تفاوت ډير دی چی ددغه نامه له‬
‫عنوان راوځي‪.‬‬

‫پريس په هارورډ کی د رياضۍ د یواستاد زوی وو او په‬


‫‪۵۸۹۳‬م کال نړۍ ته راغی‪ ،‬او له لومړي رسه يې په رياضياتو‬
‫او علومو کی تربيه شوی وه‪ ،‬او د فيزيک له الری به يې ګټه‬
‫ترالسه کوله یوازی په فراغت کی به يې فلسفی ته وخت‬
‫ورکاوو خو تر اته څلويښت کلنۍ پوری یې بيا ټول وخت‬
‫فلسفې ته ورکړ او له نورو علمي مشاغلو څنګ ته شو‪ ،‬په‬
‫تأسف رسه بايد ووایو چی ددی کار په نتيجه کی کله چی په څلوراويا کلنۍ کی مړ‬
‫کېده نو ډير د فقر او غربت ژوند يې درلود‪ .‬هغه هيڅکله په خپل عمر کتاب ونه ليکه‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫او ټولی ليکنی يې ترمرګ وروسته په هغه مجموعه کی چاپ شوی چی د مقاالتو‬
‫مجموعه نوم يې درلود‪ .‬خو ال تر نن ورځی يې داسی ليکنی شته چی چاپ شوي نه‬
‫دي‪.‬‬

‫ويليم جيمز تقريباً چی د پريس همزولی وو‪ .‬په ‪۵۸۳۳‬م کی‬


‫نړۍ ته راغی د هغه غوندی يې په هارورډ کی تحصيل وکړ‬
‫او له طب نه خالص شو‪ ،‬لومړی يې په هامغه پوهنتون کی د‬
‫اناټومۍ او فيزيولوژۍ درس ورکاوو بيا د فلسفی استاد شو‬
‫او بالخره يې د روانشناسۍ تدريس کاوو‪ .‬له مشهورو کتابونو‬
‫څخه يې د روانشناسۍ اصول‪ ،‬داخيل سيل‪ ،‬او اصالت عمل‬
‫یا پريګامټيزم دي‪ .‬او بالخره په ‪۵۳۵۴‬م کی ومړ‪ .‬خو جيمز د پريس په خالف په خپل‬
‫ژوند نړيوال شهرت ته ورسېد‪ ،‬جالبه داده چی دده له وروڼو نه یو هرني جيمز مشهور‬
‫رومان ليکونکی وو چی د ژوند په ډيرو شيبو کی يې داسی احساس کاوو چی ګويا د‬
‫خپل ورور تر شعاع الندی دی چی نړيوال شهرت یې موندلی‪.‬‬

‫دريم او وروستی لوړپوړی امريکايي فيلسوف جان ديويي‬


‫وو چی په ‪۵۸۵۳‬م پيدا او په ‪۵۳۵۳‬م کی ومړ‪ ،‬دده ټول عمر‬
‫په پوهنتونونو کی تیر شو‪ ،‬لومړی يې په ميشيګن پوهنتون‪،‬‬
‫بيا په شيکاګو پوهنتون‪ ،‬او وروسته يې د نيويارک په‬
‫کوملبيا پوهنتون کی درس ورکاوو‪ .‬ډير کم فيلسوفان به وو‬
‫چی دده هومره يې په په علمي او ټولنيزو امورو کی تاثري‬
‫لرلی وي‪ ،‬رصف فلسفی يې په تربيه او ښوونه کی ځانته نړيوال شهرت درلود‪ ،‬او له‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫فلسفی هاخوا يې هم په جهاين سطحه نوم کم نه وو‪ .‬کتابونه يې ډير دي خو دلته‬


‫يې یوازی د یو څو کتابونو نومونه اخلو لکه‪ :‬دميوکرايس او تربيت‪ ،‬د انسان کردار‪،‬‬
‫تجربه او طبيعت‪ ،‬او د یقني پلټنه‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫فرګه او برټرانډ راسل‬

‫نن ورځ چی د فلسفې کومه لویه برخه په انګلييس ژبه د خلکو‬


‫ترمنځ رواج لري هغه له دوه کسانو رسچينه اخيل‪ .‬یو يې‬
‫ګوتلوب فرګه او بل برټرانډراسل دی‪ .‬فرګه او راسل ترډیره له یو‬
‫بل نه مستقل کار کاوو‪ ،‬لېکن په خپل کار رسه يې د جديد منطق‬
‫بنياد کېښود‪ ،‬له هغی پورته چی کوم څه ددی دواړو له السه‬
‫رامنځته شو هغه د رياضياتو اصول‪ ،‬او له منطق رسه د‬
‫رياضياتو رابطه وه‪ .‬خو دغو پایلو داسی حالت غوره کړ چی ورو ورو يې په ټوله‬
‫فلسفه ژور تاثري پریښود‪ ،‬همدا خربه د بل فيلسوف ويتګنشټاين باره کی هم کولی‬
‫شو‪ ،‬هغه هم په ډير واضح او مستقيم طرز په فرګه او راسل پسی راغی‪ .‬ويتګنشټاين‬
‫د راسل له شاګردانو څخه وو او د فرګه په توصيه له هغه د تحصيل د حاصلولو لپاره‬
‫ورغلی وو‪ ،‬خو وروسته د شلمی پيړۍ د فلسفی په ميدان کی داسی ځای ته ورسېد‬
‫چی هيڅوک يې پله ته نشول رسيدلی‪.‬‬

‫خو ګوتلوب فرګه بيا املانی وو‪ ،‬په ‪۵۸۳۸‬م کی نړۍ ته راغلی وو او د ژوند ټوله موده‬
‫يې د ريايض په برخه کی په یو نومورکي حالت کی د ينا په پوهنتون کی تیره کړه‪ .‬او‬
‫یوازی له مرګ وروسته يې د فلسفې په ميدان کی نوم پيدا کړ‪ .‬لومړنی اثر يې چی په‬
‫‪۵۸۳۳‬م کی چاپ شو د ‪ Begriffsschrift‬په نامه وو چی که څه هم په انګلييس ژبه يې‬
‫د عنوان کايف معادل نه وو نو په همدغه نامه ثبت شو چی مانا يې ده (د نشانو په‬
‫قالب کی مفهومونه راوړول)‪ .‬په ‪۵۸۸۳‬م کی فرګه خپل دوهم اثر چی د حساب د علم‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫بنياد نومیده منترش کړ‪ ،‬او له هغی وروسته يې همداسی د مهمو آثارو ليکلو ته ادامه‬
‫ورکړه‪ .‬د حساب د علم بنيادي قوانني په نامه يې بل کتاب هم په دوه جلده کی چاپ‬
‫شو‪ .‬له دی ټولو رسه رسه د فرګه ليکنی دومره ژوری او پیچلی وی چی تر څو يې د‬
‫برټرانډراسل توجه جلب نکړی تر هغی د خپلی ژورتيا له امله نا پيژندل شوي پاتی‬
‫ول‪.‬‬

‫راسل له فرګه نه بلکل بدل شخص وو‪ .‬دی د انګليس د‬


‫پخوانيو وزيرانو له جملی وو‪ .‬او د خپل مرش ورور له مرګ‬
‫وروسته د یو لوی قوم مرشتوب هم همده ته ورپاتی وو‪ ،‬نه‬
‫یوازی په فلسفه کی بلکی په سيايس او ټولنيز ژوند کی هم‬
‫هميشه برجسته شخص وو‪ ،‬او که ووایو دروغ به نه وي چی‬
‫له بلوغيت عمره ترمرګه پوری تل یو مشهور کس پاتی شوی‬
‫دی‪ ،‬د کتابونو او جرايدو ليکنی يې په یو لوی حجم کی موندلی شئ‪ .‬ټول خلک يې‬
‫د راډيو او ټلويزيون له خپرونو رسه بلد وو‪ ،‬راسل د خپل دغسی ټولنيز خوی له امله‬
‫د انګلستان راتلونکي نسلونه تر خپل ژور تاثري الندی راوستيل ول‪ ،‬د فلسفی د لوړی‬
‫اوازې باعث يې دا وو چی په منطق او ريايض کی يې ډیر لوړ فني او تخصيص کار‬
‫کړی وو‪ .‬نه د سيايس او ټولنيزو تصوراتو او افکارو په مخ‪ .‬راسل په ‪۵۸۳۳‬م کی نړۍ‬
‫ته راغی او تر ‪۵۳۳۴‬م پوری ژوندی وو‪ .‬په فلسفه کی يې سرت کار د ‪ ۵۳۳۴‬او ‪۵۳۹۴‬‬
‫کلونو په جريان کی پای ته رسیدلی وو خو تقريباً تر مرګه پوری په سيايس ډګر کی‬
‫فعال وو‪.‬‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫ويټګنشټاين‬

‫په فلسفه کی هم د ژوند د نورو اړخونو غوندی د فعاليت او‬


‫لياقت له لحاظه ژوندي اشخاص تر ډيره د مړو کسانو په‬
‫نسبت تر مناقشی الندی وي‪ ،‬که تاسی همدا نن په ټوله نړۍ‬
‫کی د فلسفی د استادانو نظر اخيستی وای چی بهرتين‬
‫ژوندی فيلسوف څوک دی؟‪ ،‬نو یقني لرم چی هيڅ یو کانديد‬
‫به مطلق اکرثيت نه وو راغلی‪ ،‬نو ښه داده چی سړی وپوښتي‬
‫چی په اخري وفات شوو فيلسوفانو کی بهرتين فيلسوف څوک دی او نن ورځ دغسی‬
‫کس زموږ په نزد ويټګنشټاین دی‪.‬‬

‫لوډويک ويټګنشټاين په کال ‪۵۸۸۳‬م په وين کی نړۍ ته راغی‪ ،‬پالر يې چی وروسته‬


‫بيا ډير زيات دولت ده ته په مرياث پرېښود داوخت يې په اتريش کی د فوالدو له نورو‬
‫صنعتګرانو رسه کار کاوو‪ .‬ويټګنشټاین له ماشومتوبه له ماشني آالتو رسه شوق درلود‬
‫او ډير تحصيالت يې په رياضياتو فزيک او هندسه کی وکړل‪ ،‬د اينجينريۍ له ختمیدو‬
‫وروسته يې د برلین په مانچسټر کی د هوايي اينجينريۍ دری کاله تخصص وکړ‪ .‬په‬
‫همدغه وخت کی د ماهيت په باب د ژورو مسايلو مجذوب شو چی کار يې پکی کاوو‪،‬‬
‫د برټرانډراسل د رياضياتو د اصولو له کتاب نه په الهام يې اينجينريي پريښوده او د‬
‫رياضياتو د فلسفی د مطالعی لپاره کيمربيج ته الړ‪ ،‬او خپله د راسل تر نظر الندی‬
‫تحصيل ته ادامه ورکړه‪ ،‬ډير وخت نه وو وتلی چی هرهغه څه چی له راسل نه ممکن‬
‫وو ياد یې کړل‪ ،‬او له هغی وروسته يې بديعو او مبتکرانه تفکراتو ته مخ کړ‪ ،‬دا تفکر‬
‫‪Downloaded from: ketabton.com‬‬

‫ال‬
‫يې د فلسفی په منطقي رساله منجر شو‪ ،‬دا کتاب په ‪۵۳۳۵‬م کی نرش شواو معمو ً‬
‫خپله يې هم په عنوان کی رساله یاد کړی دی‪.‬‬

‫ويټګنشټاین معتقد وو چی ريښتيا يې هم ټول د فلسفی بنيادي مسايل په دغه کتاب‬


‫کی حل کړي دي‪ ،‬نو یې فلسفه پريښوده او په نورو کارونو مشغول شو‪ ،‬خو دده‬
‫رسالی په کيمربيج کی د انګيزو په تحوالتو کی ونډه واخيسته د نويو منطقي‬
‫پرمختګونو باعث شوه‪ ،‬او په اروپا کی تر بلی هری ليکنی ډيره د عامی مينی او‬
‫ستاينې ترڅنګ د اروپا د منطقي پوزيټيويسټانو لخوا چی په (وين حلقی) مشهور‬
‫ول وستايل شوه‪ .‬خو ويټګنشټاین په خپله دی ټکي ته متوجی شو چی کتاب يې له‬
‫اساسه خطا دی او بريته يې فلسفی ته مخه کړه‪ ،‬په ‪۵۳۳۳‬م کی بريته کيمربيج ته‬
‫راغی او لس کاله یې دغلته د استادۍ په دنده کار وکړ‪ ،‬کيمربيج ته له دوهم ځل راتګ‬
‫وروسته ويټګنشټاین د اول ځل په تناسب یوه بيخي بدله الره په مخکی ونيوه‪ ،‬او دا‬
‫الره یې یوازی د شخيص ارتباطاتو په مټ نيولی وه او له مرګه مخکی يې یوازی له‬
‫یوی کوچنۍ مقالی پرته چی په ‪۵۳۵۵‬م کی چاپ شوه بل څه خپاره نه کړل‪ .‬له مرګه‬
‫دوه کاله وروسته يې د فلسفي تحقيقاتو په نامه دوهم کتاب په ‪۵۳۵۹‬م کی چاپ شو‬
‫چی له دوهم نړيوال جنګ وروسته تر نن ورځی په انګلييس ژبه بل هيڅ فلسفي کتاب‬
‫دومره پراخ نفوذ نه دی لرلی‪.‬‬

‫نو له تیر جريان نه سړی دی نتيجی ته رسیږي چی یو فيلسوف د ژوند په دوه دورو‬
‫کی دوه مختلف کتابونه ليکيل چی هر کتاب په خپل وخت کی دوه بیالبيل نسلونه‬
‫مکمل تر خپل تاثري الندی راوستي دي‪ .‬دغه دوه فلسفی له فرق رسه رسه ځينی‬
‫مشرتکی ځانګړنی هم لري چی هره ځانګړنه يې د یو بيل بحث وړ موضوع ده‪.‬‬
Get More e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com - Digital Library

You might also like