Professional Documents
Culture Documents
1
ګﻨﻬګﺎر
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى
Ketabton.com
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
2
دﻛﺘﺎب ﭘﯧﮋﻧﺪﻧﻪ:
ــــــــــــــــــــــــــــــ
ﺗړون
د درد د ﺑﺎﭼﺎ
د ﻛﻨﺪﻫﺎرۍ ﭘﯧﻐﻠﻲ
او د وﻃﻦ د ﻋﺴﻜﺮ ﭘﻪ ﻧﻮم
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
4
ﭘﻪ درﻧښﺖ
ډاﻛټﺮ ﻟﻴﺎﻗﺖ ﺗﺎﺑﺎن
۱۶ﻣﻰ ۲۰۱۷ء ګﻴﻼﻧﻲ روﻏﺘﻮن ﻛﻮټﻪ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
8
ﭘﻪ درﻧښﺖ
ﻋﺼﻤﺖ اﷲ زﻫﻴﺮ ﭘښﻴﻦ
۲۰۱۷-۵-۱۶
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
10
ﺧﭙﻠﻲ ﺧﺒﺮي
ﻛﯧﺪاى ﺳﻲ ددې ﻛﺘﺎب )ګﻨﻬګﺎر( ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻗﻠﻢ رﻧګ راﺗﻤﺎم ﻛړي او ﻣﺮور
ﻏﻮﻧﺪي د ﻛﺘﺎﺑﭽﯥ څﻨډي ﺗﻪ ورﻏړي ،ﻓﻜﺮ ﻧﻪ ﻛﻮم دا ﻛﺘﺎب ﻫﻢ د ﻟﻴﻜﻠﻮ
ارزښﺖ ﻟﺮي ﻳﺎ ﺑﻪ ﻳﯥ څﻮك ﭘﻪ آرام زړه وﻟﻮﻟﻲ ،داﺳﻲ ﻛﻮم څﻪ دي ﭼﻲ ﭘﻪ
ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻳﯥ ﻗﻠﻢ ﺗﻤﺎم او ﻣﺮورﻳږي ،داﺳﻲ ﻛﻮم څﻪ دي ﭼﻲ زه ﻳﯥ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻠﻮ
ﻛښﻲ زړه ﻧﺎ زړه ﻳﻢ او ﻧﺸﻢ ﻛﻮﻻى ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺗﺮ ﻏﻮږوﻧﻮ ﭘﻮري ﻳﯥ در
ورﺳﻮم؟
ﻳﻪ رښﺘﻴﺎ ﻛﻮﻻى ﺳﻢ وواﻳﻢ ژوﻧﺪ د ﻳﻮ وﺣﺸﺘﻨﺎك ځﻨګﻞ ﻣﺰل دى
ګﺎم ﭘﻪ ګﺎم د داړوﻧﻜﻲ ځﻨﺎورو ،د اوﺑﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﺴﺘۍ ،د ﺗﻴﺎرو ﭘﻪ ﻏﯧږ ﻛښﻲ د
څﻮ رﻧګﻪ ﺧﻮځﻨﺪو ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﺳړې ﺷﭙﯥ ﺗﯧﺮول دي ،ﻻﻛﻦ زه څﺮﻧګﻪ دا
ﺧﺒﺮ ﻛﻮﻻى ﺳﻢ د ﻫﻐﻮ ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ ﻣﺦ ﻛښﻲ ﭼﻲ د ژوﻧﺪ ﺧﻮﻧﺪوﻧﻪ ﻳﯥ څﻜﻠﻲ
دي ،اﺻﻠﻲ ﺧﺒﺮه ﺑﻪ ﻫﻢ دا وي ﭼﻲ زه ﭘﻪ ړﻧﺪو ﺳﺘﺮګﻮ ﻗﻀﺎوت ﻛﻮم ﻫﻐﻪ
ﻛﺴﺎن ﭼﻲ ﭘﻪ رڼﻮ ﺳﺘﺮګﻮ د ژوﻧﺪ ﻣﺰل ﻛﻮي زﻣﺎ ﻣﻨﻔﻲ ﺧﺒﺮي ﻧﻪ راﺳﺮه ﻣﻨﻲ
ﻟﻪ ﻫﻢ دې وﺟﻲ ﻣﻲ ﻗﻠﻢ ﻣﺮورﻳږي او ﻧﻪ ﻏﻮاړي زﻣﺎ د ګﻨﻬګﺎر ژوﻧﺪ ﻛﻴﺴﻪ
وﻟﻴﻜﻲ ،ﻛﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ زه وواﻳﻢ ژوﻧﺪ ښﻜﻠﻰ دى ﻟﻮړي او ژوري ﻟﺮي ،ﺧﻮږې،
ﺗﺮﺧﯥ ،ورځﻲ او ﺷﭙﯥ ﻟﺮي ،ژوﻧﺪ ﺧﻮﻧﺪوﻧﻪ او څﻮﻣﺮه ډﯦﺮ رﻧګﻮﻧﻪ ﻟﺮي
ﻧﺎﻣﻤﻜﻦ څﻮك ﺑﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ وﻟﻮﻟﻲ ،ﻣﻤﻜﻦ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻗﻠﻢ رﻧګ راﺗﻤﺎم
ﻛړي او د ﻛﺘﺎﺑﭽﯥ څﻨډي ﺗﻪ ﺑﻪ ورﻏړي.
وﺧﺖ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ښﻪ ﻛﺮه ﻛﺘﻮﻧﻜﻰ دى ﻫﻐﻪ ﻛﻮﻻى ﺷﻲ ښﻪ او ﺑﺪ ﺳﺮه
ﺑﯧﻞ او راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ زﻣﺎﻧﯥ ﺗﻪ ﻳﯥ د اﺻﻼح ﻟﭙﺎره وړاﻧﺪي ﻛړي .
ددې ﻛﺘﺎب ﺗﺮ ﻟﻴﻜﻠﻮ وروﺳﺘﻪ آرام ﺳﻮم او د ﻣﺎﺿﻲ د درد ﻛﻴﺴﻪ ﻣﻲ ﻟﻪ زړه
او روح څﺨﻪ ﭘﺎﻛﻪ وڅﻨډل ﺳﻮه ،ﻣﺎ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ دا ﻛﻴﺴﻪ دي ﻟﻪ ﻣﺎ ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻞ
څﻮك ﻫﻢ وﻟﻮﻟﻲ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﻲ دا ﻛﻴﺴﻪ د درد د ﺑﺎﭼﺎ ﻣﺨﻲ ﺗﻪ ﻛﯧښﻮده ،
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
11
اوښﻜﯥ ﻳﯥ را وﺑﻬﻴﺪې،زﻣﺎ د درد اﺧﺘﻴﺎر ﻳﯥ واﺧﻴﺴﺖ او ﻫﻐﻪ ﻛﺘﺎﺑﭽﻪ ﻳﯥ
ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻳﻮوړه ﭼﻲ زﻣﺎ د ﻣﺎﺿﻲ ﻛﻴﺴﻪ ورﺑﺎﻧﺪي ﻟﻴﻜﻞ ﺳﻮې وه او ﻫﻢ
دا ده ﻧﻦ ﻳﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺗﺮ ﻻﺳﻮﻧﻮ ﻫﻢ در ورﺳﻮﻟﻪ .
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى
ﻻﻫﻮر
۹/۵/۲۰۱۷ﺳﻪ ﺷﻨﺒﻪ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
12
د ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ د ﻛﻴﺴﯥ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﺗﻠﻮﺳﻪ راﺳﺮه ﭘﻴﺪا ﺳﻮه ،ادې ﺗﻪ ورﻏﻠﻢ ﻫﻐﯥ
دا ﻣﻬﺎل ﭘﻪ ﺧﻮﻧﻪ ﻛښﻲ ﺑﺎﻟښﺘﻮﻧﻪ ګﻨډل زه ﻫﻢ د ﻛړﻛۍ ﺳﺮه ﻧږدې ﻳﻮې
ﺧﻮاﺗﻪ ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻢ او ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻣﻲ وﻛړه:
_ ادې ﻏﻮاړم ﭘﻮه ﺳﻮم زه څﻮﻣﺮه ﺑﺪﺑﺨﺘﻪ وم ﻛﻠﻪ ﭼﯥ دې ﻧړۍ ﺗﻪ راﻏﻠﻢ؟
ﻫﻐﯥ ووﻳﻞ:
_ ﺧﺪاى ﻣﻪ ﻛړه ﭼﻲ ﺗﻪ ﺑﺪﺑﺨﺘﻪ ﺳﯥ ،ﺧﻮ ﻟﻪ ﻛﻮﻣﻲ ورځ ﭼﻲ ﺗﻪ ﭘﻴﺪا ﺳﻮى
ﻳﯥ زه ﻧﺎروﻏﻪ ﻳﻢ ،ډاﻛﺘﺮاﻧﻮ ﺗﻪ ځﻢ او راځﻢ ،آن ﺗﺮدې ﭼﻲ ﺳﺘﺎ د ﭘﻴﺪاﻳښﺖ
ﭘﻪ ﻟﻮﻣړي ﻛﺎل دوﻣﺮه ﻧﺎروﻏﻪ ﺳﻮم ﭼﻲ ﭘﻼر دي د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ
درﻣﻠﻨﻲ ﻟﭙﺎره ﻳﻮړم .
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_وﻟﻲ دﻟﺘﻪ ډاﻛﺘﺮان ﻧﻪ وو؟
ﺳﺘﻦ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﺎﻟښﺖ ﻛښﻲ وټﻮﻣﺒﻠﻪ ،ﺗﺎر ﻳﯥ ﻣﺰى ﻛړ ﻏړﻧﺪ ﻳﯥ ووﻳﻞ:
_ ﻧﻪ وو ډاﻛﺘﺮان ﭼﻴﺮﺗﻪ وو ،ﭘﻪ ټﻮل ﻛﻠﻲ ﻫﻤﺪا ﻳﻮ ﺑﯥ ﺳﻮاده ډاﻛﺘﺮ و و،
ﭼﻲ ﻫﺮ وړ ﻧﺎروغ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻳﻮ وړ ګﻮﻟۍ ورﻛﻮﻟﯥ.
ﻟﻪ ﺷﻨﻪ ﭼﺎى څﺨﻪ ﻳﯥ ﭘﻴﺎﻟﻪ را ډﻛﻪ ﻛړه ،ﺑﺎﻟښﺖ ﺗﻪ ﻳﯥ ﺳﻮرﺑﺨﻦ ﭘﻮښ ور
واﭼﺎوه ،ﻣﺎ را څﻨګ ﺗﻪ ﻛړ ﺗﻜﻴﻪ ﺳﻮم او وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ اﻧﺎ ﺑﻪ وﻳﻞ زه ﻛﻮﭼﻰ ﻳﻢ دا رښﺘﻴﺎ ده؟ ﻛﻪ دا رښﺘﻴﺎ وي ﻧﻮ وﻟﻲ ﻛﻮﭼﻰ
ﻳﻢ؟
ﻳﻮ ﺳﻮړ اﺳﻮﻳﻠﻰ ﻳﯥ وﻛﻴښ ،وﻻړه ﺳﻮه ،او ﺑﺎﻟښﺘﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻧﻴﺎﻟۍ ﻛﺘﺎر
ﻛړل څﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ ووﻳﻞ ﻣﺎ ﺑﻴﺎ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه:
_ ادې ! اﻧﺎ ﻣﻲ وﻟﻲ ﻛﻮﭼﻰ ﺑﻮﻟﻲ؟
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
13
وې وﻳﻞ:
_ ﻣﺸﺮ ﻣﺎﻣﺎ دي ﭘﻪ ﻳﻮه ﻟﺮي ﭘﺮﺗﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛښﻲ ﻟﻪ ﻛﻮﭼﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه اوﺳﯧﺪه ،د
دوئ ﻛﺮه ﺗﻠﻠﯥ وم ،ﻧﺎروﻏﻪ ﺳﻮم او ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﺳﺮه ډاﻛﺘﺮ ﺗﻪ وﻻړم ﺗﻪ ﻣﻲ ﭘﻪ
ﻛﻴږدۍ ﻛﯥ ﭘﺮﻳښﻮدې.
وﻣﯥ وﻳﻞ:
_ ﺑﻴﺎ څﻪ وﺷﻮل؟
_ زه ﭼﻲ راﺗﻠﻤﻪ را وﻳښ ﺳﻮى وې ژړﻟﻲ دي وو ،ﻳﻮې ﻛﻮﭼۍ ﻣﻴﺮﻣﻨﻲ
ﺧﭙﻠﻲ ﺷﻴﺪې درﻛړي وې.
ﻳﻮ دوه ﻏﻮړﭘﻪ ﺗﺮﻳﺦ او ګﺮم ﭼﺎى ﻣﻲ ﺗﺮ ﺳﺘﻮﻧﻲ ﺗﯧﺮ ﻛړ ﺑﻴﺎ ﻣﻲ ﭘﻮښﺘﻨﻪ
وﻛړه:
_ ادې ! اوس ﻣﻲ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻣﻮر ژوﻧﺪۍ ده ،ﻛﻪ زه وﻏﻮاړم ﻟﻴﺪﻟﻰ ﻳﯥ ﺳﻢ؟؟
ادې د ﻧﺨﻮدو څﻮ داﻧﯥ ﺧﻮﻟﯥ ﺗﻪ واﭼﻮﻟﯥ او وې وﻳﻞ:
_ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻣﻮر دي ﻻ ﭘﺨﻮا د ﻛﻮرﻧۍ ﺗﺎوﺗﺮﻳﺨﻮاﻟﻲ ﻟﻪ اﻣﻠﻪ ځﺎن ﭘﻪ ټﻮﭘﻚ
ووﻳﺸﺖ او ﻣړه ﺳﻮه .
وﻳﺶ ﺧﻮارﻛۍ ...
ادې ﻣﻲ ﻣﺨﺎﻣﺦ راﺗﻪ ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻪ ټﻴﻜﺮي ﺗﻪ ﻳﯥ ور ﭘﺎم ﺳﻮ ﭘﻪ ﺧټﻮ ﻛﻜړ دى،
ﻟږ ﻳﯥ ﺳﺮه وﺳﺮوږو ،ور ﭘﻮه ﻳﻲ ﻛړل ﺧﺎوري ﻳﯥ ﺑﺎد ﺳﻮې .
وﻣﯥ وﻳﻞ:
_ ﻣﻘﺼﺪ زﻣﺎ دوﻫﻤﻪ ) رﺿﺎﻳﻲ( ﻣﻮر ﻛﻮﭼۍ وه او ﭘﻪ ﻫﻢ دې ډول زه
ﻛﻮﭼﻰ ﻫﻢ ﻳﻢ ،ﻛﻪ ﻛﻮﭼﻰ ﻳﻢ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ وﻟﻲ ﭘﻪ ﻛﻴږدۍ ﻛﻲ ﻧﻪ اوﺳﻢ ،ﻣﻴږي او
اوښﺎن ﻧﻪ ﺳﺎﺗﻢ ؟
ادې وﺧﻨﺪل او ﭘﻴﺎﻟﻪ ﻳﯥ ځﺎن ﺗﻪ ور ډﻛﻪ ﻛړه ،ﺑﺎﻟښﺘﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻛﺘﻞ ﻟﻜﻪ ﭼﻲ
ﺳﻢ ﻧﻪ وو ،زه د ﻛﻴﺴﯥ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﺑﻮﺧﺖ ﺳﻮم ،ﭘﻴﺎﻟﯥ ﺗﻪ ﻣﻲ ور ﭘﺎم ﻧﻪ و ﺳړه
ﺳﻮه.
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
14
زه د ادې ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ګﺮان زوى وم او ﭘﻪ ﻣﺎ ﻫﻢ ډﯦﺮه ګﺮاﻧﻪ وه ،ﻣﺎ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ ﻟﻪ
ﻛﻮره دﺑﺎﻧﺪي ووځﻢ ،او ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭼﻲ د ورځﻲ ﭘﻪ اوږدو ﻛﻲ ﻳﯥ ﺗﺮﻻﺳﻪ
ﻛﻮم ،ﺗﻞ ﻳﯥ ﺑﺎﻳﺪ د ادې ﺗﺮڅﻨګ ﺗﯧﺮ ﻛړم ،ﻣﺸﺮ ورور ﺑﻪ دځﺎن ﺳﺮه ﻟﻮﺑﻮ ﺗﻪ
ﺑﻴﻮﻟﻢ ﻛﻪ ﻛﻮﻣﻪ ورځ ﺑﻪ ﻧﻪ ورﺳﺮه ﺗﻠﻢ وﻫﻠﻢ ﺑﻪ ﻳﯥ ،ﻳﻮه ورځ ﭼﯥ ﻣﺸﺮ ورور
او ﺗﺮ ﻣﺎ ﻛﺸﺮ ورور راﺳﺮه وو د ﺗﺮه ﻟﻪ ځﺎﻣﻨﻮ ﺳﺮه ﻣﺎځﻴګﺮ ﻣﻬﺎل ﻣﻮ ﺗﺮ
ﻣﺎښﺎم ﻗﻀﺎ ﭘﻮري دﻫﻐﻮئ د ﻛﻮر ﺳﺮه ﻧﮋدې ﻛﺎﻏﺬ ﭘﺮاﻧﻮﻧﻪ اﻟﻮزول ،ﻣﺎښﺎم
ﻧﺎوﺧﺘﻪ ﻣﻲ وروڼﻮ ﺗﻪ ووﻳﻞ:
راځﺊ ﻧﻮر ﺑﻪ ﻛﻮر ﺗﻪ ﻻړ ﺷﻮ ﭘﻼر ﺑﻪ راﺗﻪ ﻏﺼﻪ وي!
زﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛښﻲ ﭼﺎ ﭼﺮت ﻫﻢ ﻧﻪ واﻫﻪ ،ﺧﭙﻠﻪ ﻣﺦ ﻣﻲ وﻧﻴﻮه او ﻛﻮر ﺗﻪ
وﻻړم ،دوئ ﻫﻠﺘﻪ ﭘﺎﺗﻲ ﺷﻮل ،ادې ﺗﻪ ﻣﻲ ډﯦﺮي ګﻴﻠﯥ وﻛړې ،ﻫﻐﯥ زﻣﺎ د
زړه ﻟﭙﺎره دا ﺧﺒﺮ ﺑﻴﺎ ،ﺑﻴﺎ ﺗﻜﺮاروﻟﻪ ﭼﻲ "ﺑﻼ دي ورﺑﺎﻧﺪي وګﺮځﻪ “
ﻣﺎﺧﺴﺘﻦ ﻧﺎوﺧﺘﻪ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﭘﻼر ﻣﻲ ﻟﻪ ﺟﻮﻣﺎت څﺨﻪ راﻏﻰ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻳﯥ
وﻛړه ،زﻣﺎ ﭼﻲ زړه ښﻪ ډك وو ،ګﻴﻠﯥ ﻣﻲ ﭘﻴﻞ ﻛړې ،ﭘﻼر ﻣﻲ ﭘﺮ وروڼﻮ
ﺳﺨﺖ ﻏﺼﻪ ﺷﻮ او زه ﻳﯥ ﭘﻪ ﻧﻴﻤﻪ ﺷﭙﻪ د ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ راوﺳﺘﻠﻮﭘﺴﯥ وﻟﻴږﻟﻢ.
د ﺗﺮه ﻛﻮر ﻣﻮ دوﻣﺮه ﻟﺮي ﻫﻢ ﻧﻪ دى ﻣﺘﻞ دى ﭼﻲ "ﭘﻪ ﺗﻮره ﺷﭙﻪ ﻛښﻲ ﻫﺮ
ﺳړى ډارﯦږي څﻮك ﺣﺎل واﻳﻲ څﻮك ﻳﯥ ﻧﻪ واﻳﻲ " زه ﻫﻢ ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻪ ﭘﻪ
داﺳﻲ ﺣﺎل ﻛﻲ ﭼﻲ د ﺧﭙﻠﻮ څﭙﻠﻜﻮ ﻟﻪ څﺮﭘﺎ ﺑﻪ ﻫﻢ ډارﻳﺪم ورﻏﻠﻢ ﻫﻐﻮئ ﻣﻲ
را وﺳﺘﻞ ،ټﻮﻟﻪ ﻻر ﻳﯥ ﺳﻮړﺗﻚ واﻫﻪ او ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻏړﻣﺒﻴﺪل ﭼﻲ وﻟﻲ ﻳﯥ
ﭘﻪ دا ﻧﻴﻤﻪ ﺷﭙﻪ راوﺳﺘﻞ ،ﺳﺘﺮګﻲ ﻳﯥ ﻟﻪ ﺧﻮﺑﻪ وې ،ﭘښﯥ ﻳﯥ ﻛښﻮﻟﯥ.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
15
ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻛﻮر ﺗﻪ راﻏﻠﻢ ﭘﻼر ﻣﻲ وروڼﻮ ﺗﻪ د ﻳﻮې ﺷﻴﺒﯥ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ ور ځﻨځﻴﺮ
ﻛړى ﺗﺮ څﻮ د ﺧﭙﻞ ﻋﻤﻞ ﺳﺰا ووﻳﻨﻲ ،زه ﻫﻢ د ﺑﺎﻧﺪي ورﺳﺮه ﭘﺎﺗﻲ ﺷﻮم ﻫﺮ
څﻮﻣﺮه ﭼﻲ ﻣﻲ وژړل ﭼﺎ زﻣﺎ ﻏږ ﻧﻪ اورﻳﺪه ،ﺧﺪاﻳﻪ څﻮﻣﺮه زور ﻏﻮاړي ﭼﻲ
ﻳﻮ څﻮك دي ﺑﯥ ګﻨﺎه ځﻮروي ،ﻟﻪ ﻟږ ځﻨډ وروﺳﺘﻪ ﻣﻲ ﺧﻮر را ووﺗﻪ ﺳﺘﺮګﻲ
ﻳﯥ را ﺑﺎﻧﺪي وﻟګﻴﺪې ،ﭘﻪ ﺧﻮا ﭘﻮري ﻳﯥ وﻧﻴﻮم ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﻴﺮن او ﺷﻴﻨﺒﺨﻮن
ﭘړوﻧﻲ ﻳﯥ زﻣﺎ اوښﻜﻲ را ﭘﺎﻛﻲ ﻛړې ،زﻣﺎ ﭘﻪ ﺣﻖ ﻛښﻲ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻣﻮر او ﭘﻼر
څﺨﻪ ګﻴﻠﯥ ﻛﻮﻟﯥ:
ﺗﺎﺳﻲ ﻟﻪ ﺧﺪاﻳﻪ ﻧﻪ ډارﯦږئ ! ﻫﺎ؟
_ ددې ﺧﻮارﻛﻲ څﻪ ګﻨﺎه وه ﭼﻲ ﺑﯧﭽﺎره ﻣﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﻤﻪ ﺷﭙﻪ د دوئ ﭘﻪ راوﺳﺘﻠﻮ
ﭘﺴﯥ وﻟﻴږو اوس ﺑﻴﺎ ﺳﺰا ﻫﻢ ورﻛﻮئ.
ﭘﻼر ﻣﻲ ﭘﺮ ﺳﺮ ﺧﭙﻞ ﺗڼﺎﻛﻲ او ځﻴږ ﻻس راﺗﯧﺮ ﻛړ ،ﻣﻮر ﻣﻲ ﭘﻪ ﻧﺮﻣﻮ
ﺷﻮﻧډوﺳﺮه ﭘﻪ ټڼډه ﺑﺎﻧﺪي ښﻜﻞ ﻛړم ،ﭘﻪ ﺧﻮا ﭘﻮري ﻳﯥ وﻧﻴﻮم ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ
ﺧﭙﻞ ﻛﻨﺎوﻳﺰ ﻛﻤﻴﺲ ﻛښﻲ ﻟﻪ ځﺎن ﺳﺮه ﻧﻴﮋدې څﻤﻠﻮﻟﻢ.
ﺧﻮرﻛۍ دواړه وروڼﻪ ﭘﻪ دﺳﺘﺮﺧﻮان ﻛښﯧﻨﻮل ،ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻳﯥ وروﻣﻴﻨځﻞ،
ډوډوۍ ﻳﯥ ورﻛړه ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د ﺗﺮه ﻛﺮه ﻳﯥ ﺧﻮړﻟﯥ وه ،ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻏټﻲ،
ﻏټﻲ ګﻮﻟﯥ ﻟﻪ اﻟﻮګﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮﻟﯥ ،ﻓﻜﺮ ﻛﻮم ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﭼﻲ وﻟﻲ ﻳﯥ
ﻣﺎځﻴګﺮ زﻣﺎ ﺧﺒﺮي ﻧﻪ ﻣﻨﻠﯥ ،او د ﺗﺮه ﻛﺮه ﭘﺎﺗﻲ ﺷﻮل ﭘښﻴﻤﺎﻧﻪ وو ،ﻳﻮه ﺷﻴﺒﻪ
ﻻ ﻧﻪ وه وﺗﻠﯥ ﭼﻲ د ﻣﻮر ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ او ﻏﯧږه ﻛښﻲ ارام ﺧﻮب وړى وم .
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
16
د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺣﻜﻮﻣﺖ او د ﭘﺴﺮﻟﻲ ﻣﻮﺳﻢ دى ،ښﻮوﻧځﻰ ﭘﻴﻞ ﺷﻮى ،د ﺗﺮه
ځﺎﻣﻦ ،د ګﺎوﻧډﻳﺎﻧﻮ ﻛﻮﭼﻨﻴﺎن ،ﻟﻴﺮي او ﻧﮋدې ټﻮل ﻣﺎﺷﻮﻣﺎن ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ
روان وو ،ﻣﺎښﺎم ﭼﻲ ﭘﻼر ﻣﻲ ﻟﻪ ﺟﻮﻣﺎﺗﻪ راﻏﻰ ،ډوډۍ ﻣﻮ ﻻ ﻧﻪ وه
راﺧﻴﺴﺘﯥ ﭼﻲ ادې ﺗﻪ ﻳﯥ زﻣﺎ ﭘﻪ اړه ورﻳﺎده ﻛړه:
_ ﻧﻮر ﺑﺎﻳﺪ ﻣﻘﺘﺼﺪ ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ وﻻړ ﺳﻲ ،اوﺳﻬﺎر ،ﺳﻬﺎر ﺑﻪ ﻳﯥ ور
واﭼﻮم !
ادې څﻪ ﻧﻪ ووﻳﻞ ،ﺧﻮرﻛۍ ووﺗﻪ د دې ﻟﭙﺎره ﭼﻲ ډوډۍ را واﺧﻠﻲ ،ﻣﺸﺮ
ورور راﭘﺴﯥ وﺧﻨﺪل او زه ﻳﯥ وډار ﻛړم ﭼﻲ ﺗﺮ دﯦﻮال ﺑﻪ دې ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ
ور واﭼﻮي او ﭘﻪ ﻣﺎ ﺑﺎﻧﺪي ﻳﯥ ټﻮﻛﻲ وﻫﻠﯥ ،دا وﺧﺖ زﻣﺎ ﻣﺸﺮ ورور ﭘﻪ
درﻳﻢ ټﻮﻟګﻲ ﻛښﻲ وو .
ﺳﻬﺎر ﭼﻲ ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ ﺗﻠﻢ ﭘﻼر ﻣﻮ ﺗﺮ ﻣﻮږ وﺧﺘﻲ ﺗﻠﻠﻰ وو ځﻜﻪ ﻫﻐﻪ د
ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﺟﻮﻣﺎت ﻛښﻲ اﻣﺎم وو او ﭘﻪ ښﻮوﻧځﻲ ﻛښﻲ ښﻮوﻧﻜﻰ ،ﻟﻪ ﻟﻤﺎﻧځﻪ
وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ د ﻛﻮم ﻛﻠﻴﻮال ﭘﻪ ﻣﻴﻠﻤﺴﺘﻴﺎ د ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ ﻛﻮر ﻛښﻲ ﺳﻬﺎرﻧۍ
ﺧﻮړﻟﻪ او ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ راﺗﻪ .
ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻻره ﻛښﻲ ﻣﺸﺮ ورور ښﻪ ډﯦﺮ ﺗﻨګ ﻛړم او ﺑﻼ اﺧﺮ ﻣﻲ ورﺗﻪ
وژړل ،ده ﺑﺲ ﻫﻢ دا ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﻛړه ﭼﻲ ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ دي ﺗﺮ دﯦﻮال ور
اﭼﻮي ،زه ﻛﻮﭼﻨﻰ وم ،ﭘﻪ ﻫﺮه ﺧﺒﺮه ﻣﻲ ﺑﺎور ﻛﺎوه او ډارﻳﺪم ،ﻛﻪ ﺗﺮ دﯦﻮال
ﻣﻲ ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ ور واﭼﻮي زه ﺑﻪ ﺧﻮَږ ﺳﻢ ،ﻋﻤﻮﻣﺎً ﭘﻪ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ځﺎن ګﺮان
وي.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
17
ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ ﻟﻪ رﺳﻴﺪﻟﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ ﻣﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﭘﻼر ﺳﺘﺮګﻲ وﻟګﻴﺪې ،ﻫﻐﻪ
ﻫﻢ زﻣﺎ ﭘﻪ ﻟﻴﺪو ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻲ اﺣﺴﺎس ﻛړه ﭘﻪ ﺷﻮﻧډو ﻛښﻲ ﻳﯥ وﺧﻨﺪل او ﺗﺮ
ﻻس ﻳﻲ وﻧﻴﻮﻟﻢ ،ټﻮﻟګﻲ ﺗﻪ ﻧﻨﻮﺗﻞ ﻣﺎ وﻟﻴﺪل ﭼﻲ ﻳﻮ ښﻮوﻧﻜﻰ زده ﻛﻮوﻧﻜﻮ
ﺗﻪ ﭘﻪ درس ورﻛﻮﻟﻮ ﺑﻮﺧﺖ دى ،ﭘﻼر ﻣﻲ ﭘﻪ دوئ ﺳﻼم وواﻳﻪ ،ﻣﺎﺷﻮﻣﺎن ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﻮ ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﻛښﻲ ﻧﻴﻎ ودرﻳﺪل ،ښﻮوﻧﻜﻲ ﻫﻐﻮئ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻗﻬﺮﺟﻨﻪ ﻟﻬﺠﻪ
ووﻳﻞ:
ﭼﻲ ﻳﻮ ښﻮوﻧﻜﻰ ﭘﻪ ټﻮﻟګﻲ ﻛښﻲ وﻻړ وي ﺑﻞ ښﻮوﻧﻜﻲ ﺗﻪ ﻣﻪ درﻳږئ.
زه ﭘﻮه ﺳﻮم ﭼﻲ ټﻮﻟګﻲ ﺗﻪ د ښﻮوﻧﻜﻲ ﭘﻪ راﺗګ ﺳﺮه ﺑﺎﻳﺪ ټﻮل زده
ﻛﻮوﻧﻜﻲ ﭘﺨﭙﻞ ځﺎى ﻛښﻲ د اﺣﺘﺮام ﻟﭙﺎره ودرﻳږي او دا ﻛړﻧﻪ ﻳﯥ د
ښﻮوﻧځﻲ ﻟﻪ ځﺎﻧګړو اﺻﻮﻟﻮ څﺨﻪ ده .
ښﻮوﻧﻜﻰ ﺗﺮدې وړاﻧﺪي زه ﭘﯧﮋﻧﻢ ،ﭼﻲ زﻣﻮﻧږ د ﻛﻠﻲ د ﻳﻮ ﺑﻞ ﻣﻼ اﻣﺎم زوى
او اورﻳﺪﻟﻲ ﻣﻲ وو ﭼﻲ ﭘﻪ وﻟﺴﻮاﻟۍ ﻛښﻲ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻗﻮﻣﻨﺪان ﻫﻢ دى،
زﻣﺎ دﺳﺮ ﭘﻪ وﻳښﺘﺎﻧﻮ ﻳﯥ ﻻس راﺗﯧﺮ ﻛړ او ﭘﻪ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻟﻮﻣړﻧۍ څﻮﻛۍ ﻳﯥ
ﻛښﯧﻨﻮﻟﻢ ،ﭘﻼر ﻣﻲ ﭘﻪ ﺷﻮﻧډو ﻛﻲ وﺧﻨﺪل او ﻟﻪ ټﻮﻟګﻲ څﺨﻪ ووت.
ښﻮوﻧﻜﻲ درس ﭘﻴﻞ ﻛړ ﭘﻪ ښﻪ او ﺑﺪ ﻳﯥ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴﺪم ،ﭘټﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﻧﺎﺳﺖ وم ﻛﻠﻪ
ﭼﻲ ښﻮوﻧﻜﻲ درس ﺗﻤﺎم ﻛړ ،زه ﻳﯥ ﭘﻪ ﻣﺦ ﺑﺎﻧﺪ ﻣﻲ ﻣﭻ ﻛړم ،او ﻣﺎﺗﻪ ﻳﯥ
ووﻳﻞ ﭼﻲ ﺳﺒﺎ ﺑﻪ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ،ﻛﺘﺎﺑﭽﯥ او ﻗﻠﻤﻮﻧﻪ ﻫﻢ درﻛړل ﺷﻲ ،د دې ﺧﺒﺮو
ﭘﻪ اورﻳﺪﻟﻮ ﺳﺮه ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﺳﻮم ښﻮوﻧﻜﻰ ووت ،د ﺗﺮه زوى ﻣﻲ ﭼﻲ د
ټﻮﻟګﻲ د ﭘﺎى ﭘﻪ څﻮﻛۍ ﻧﺎﺳﺖ و ،زﻣﺎ ﺧﻮاﺗﻪ راﻏﻰ ،د ځﺎن او ټﻮﻟګﻴﻮاﻟﻮ
ﺻﻔﺖ ﻳﯥ راﺗﻪ ﻛﺎوه ،ﺗﺮ څﻮ زه ډاډه ووﺳﻢ او زړه ﻣﻲ ﺗﻨګ ﻧﻪ ﺳﻲ.
د ﺗﻔﺮﻳﺢ ﺗړﻧګۍ ووﻫﻞ ﺷﻮه ،ټﻮل زده ﻛﻮوﻧﻜﻲ د ښﻮوﻧځﻲ اﻧګړ ﺗﻪ
راووﺗﻞ ،ﻟﻪ ﻣﺸﺮ ورور او د ﺗﺮه ځﺎﻣﻨﻮ ﺳﺮه ﻣﻲ ﭘﺘﻴﺮه ﻣړۍ او ﺷړوﻣﺒﯥ
وﺧﻮړﻟﯥ ﻟﻮﺑﻲ ﻣﻮ ﭘﻴﻞ ﻛړې ،د ﺗﻔﺮﻳﺢ وﺧﺖ ډﯦﺮ ژر ﺗﻤﺎم ﺳﻮ ،ښﻮوﻧﻜﻮ زده
ﻛﻮوﻧﻜﻲ د ﻟښﺘﻮ ﭘﻪ زور ټﻮﻟګﻴﻮ ﺗﻪ دﻧﻨﻪ ﻛړل ،او ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ درﺳﻮﻧﻪ ﭘﻴﻞ
ﺷﻮل.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
18
ﺑﻴﺎ ځﻞ ﭼﻲ ټﻮﻟګﻲ ﺗﻪ ﻧﻨﻮﺗﻞ ،ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ښﻮوﻧﻜﻰ راﻏﻰ ﭘﻪ راﺗګ ﺳﺮه ﻳﯥ
ﻣﻮږ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﻛښﻲ ﻧﯧﻎ ودرﯦﺪل ،ﺳﻼم او ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻳﯥ د ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻠﻮ
ووﻳﻞ ،ښﻮوﻧﻜﻰ ﭘﻪ ځﺎﻧګړې څﻮﻛۍ ﭼﻲ د ﺗﻮري ﺗﺨﺘﯥ ﺧﻮاﺗﻪ ﻧﮋدې
اﻳښﻮدل ﺳﻮې وه ﻛښﯧﻨﺎﺳﺖ ،ﻟږ ځﻨډ ﻳﯥ د ﻛﺘﺎﺑﭽﯥ ﭘﺎڼﻲ اړوﻟﯥ را
اړوﻟﯥ ،او ﺗﻮري ﺗﺨﺘﯥ ﺗﻪ ودرﻳﺪ ،زده ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ووﻳﻞ:
د رﺳﻢ ﻛﺘﺎﺑﭽﯥ راوﻛﺎږئ! ټﻮﻟﻮ زده ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﻛﺘﺎﺑﭽﯥ را وﻳﺴﺘﻠﯥ،
ښﻮوﻧﻜﻰ ﭘﻪ رﺳﻢ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﺑﻮﺧﺖ ﺳﻮ ،ﻳﻮه ګﻠﺪاﻧۍ ﻳﯥ رﺳﻢ ﻛړه ﭘﻪ څﻮ رﻧګﻪ
ﺗﺒﺎﺷﻴﺮ ﻳﯥ رﻧګ ﻛړه او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ زده ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﺗﻪ د ﻟﻴﻜﻠﻮ اﻣﺮ وﻛړ ،ښﻮوﻧﻜﻰ
ﻟﻪ ټﻮﻟګﻲ ووت ،د ښﻮوﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﻧﺸﺘﻮن ﻛﻲ د زده ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﺷﻮر ﻣﺎﺷﻮر ﺗﺮ
ﺣﻮﺻﻠﯥ ﭘﻮرﺗﻪ ﺳﻮ ،ﭼﺎ رﺳﻢ ﻟﻴﻜﻠﻰ وو ﭼﺎ ﺗﻪ ﻧﻴﻢ ﭘﺎﺗﻲ دى ﭼﻲ ﻳﻮ ﺷﻮخ
زده ﻛﻮوﻧﻜﻰ د ﺗﻮري ﺗﺨﺘﯥ ﻣﺨﻲ ﺗﻪ راﻏﻰ ،ﺗﺨﺘﻪ ﻳﯥ ﭘﺎﻛﻪ ﻛړه او ﻟﻪ ﻫﻢ
دې ﺳﺮه د زده ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﺟګړه ﭘﻴﻞ ﺳﻮه ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم ﻛﻮم ﻳﻮ ﺑﻪ وو ﭼﻲ
د ټﻮﻟګﻲ ﻟﻪ ﭘﺎى څﺨﻪ ﻳﯥ ﻳﻮه درﻧﻪ څﭙﻠۍ راﺧﻄﺎ ﻛړه ﭘﻪ څټ ﻛښﻲ ﻳﯥ
ووﻳﺸﺘﻢ ،ﻣﺎ وژړل ،زده ﻛﻮوﻧﻜﻲ ټﻮل ﭘﺨﭙﻠﻮ ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻞ دوئ
ډارﻳﺪل ﻛﻪ ښﻮوﻧﻜﻰ راﺷﻲ ﻣﻮږ ﺑﻪ ټﻮل ووﻫﻲ ﭼﻲ وﻟﻲ ﻳﯥ ﻫﻢ دا ﻧﻮى زده
ﻛﻮوﻧﻜﻰ وﻫﻠﻰ.
د ﭼﺎ ﻣﺦ ﻧﻮﻛﺎري او دﭼﺎ ﭘﻪ ﺗﺒﺎﺷﻴﺮو ﺳﭙﯧﺮه ﺳﻮى ،ﺗړﻧګۍ ووﻫﻞ ﺳﻮه،
ﻧﺎرې ﺳﻮې ،زده ﻛﻮوﻧﻜﻲ ﻟﻪ ټﻮﻟګﻴﻮ راووﺗﻞ او ﻛﻮروﻧﻮ ﺗﻪ رﺧﺼﺖ ﺷﻮل،
زه ﻫﻢ ﭘﻪ داﺳﻲ ﺣﺎل ﻛﻲ ﭼﻲ ﺳﻠګۍ ﻣﻲ وﻫﻠﯥ ﻣﺸﺮ ورور ﺗﺮ ﻻس وﻧﻴﻮﻟﻢ او
د ﺗﺮه ﻟﻪ ځﺎﻣﻨﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ګډه د ﻛﻮر ﭘﻪ ﻟﻮر وﺧﻮځﻴﺪﻟﻮ .
★★★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
19
ﻛﻮر ﺗﻪ ﻟﻪ رﺳﯧﺪو ﺳﺮه ﺳﻢ ادې ﭘﻪ دواړه ﻣﺦ ښﻜﻞ ﻛړم ،د ژړا ﻋﻠﺖ ﻳﯥ
وﭘﻮښﺘﻮ ،ﻣﺎ ﻫﻢ ﭘﻪ ژړﻏﻮﻧﻲ ﺣﺎﻟﺖ ﻛښﻲ ادې ﺗﻪ د ښﻮوﻧځﻲ ﻟﻮﻣړﻧۍ ورځ
ټﻮﻟﻪ ﻛﻴﺴﻪ وﻛړه ،ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ټﻴﻜﺮي ﺑﺎﻧﺪي ﻳﯥ اوښﻜﻲ راوﭼﻲ ﻛړې ،دا
وﺧﺖ ﻣﻲ ﭘﻼر ﻫﻢ راﻏﻰ ،زﻣﺎ او ﻧﻮرو وروڼﻮ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻳﯥ ﻻس راﺗﯧﺮ ﻛړ ،ﺧﻮر
ﭼﻲ ﺗﻮده ډوډۍ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻻس ﻛﻲ د داﻻن ﭘﻪ وره ﻛﻲ وﻻړه وه او ﺧﻨﺪل ﻳﯥ،
زﻣﻮږ ﺧﻮر ﭼﻲ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻣﺸﺮه ده ،ﻟﻪ ﭘﻼر ﺳﺮه ﻳﯥ ﺳﺘړې ﻣﺸﯥ وﻛړه،
ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻳﯥ راووﻳﻨځﻞ ،دﺳﺘﺮﺧﻮان ﻳﯥ را وﻳړ ﻛړ او ډوډۍ ﻣﻮ وﺧﻮړﻟﻪ ،ﻟﻪ
ﻏﺮﻣﻨۍ ﺧﻮړﻟﻮ وروﺳﺘﻪ د ﻧﻮر ﻛﻠﻪ ﺳﺮه ﺳﻢ ټﻮل وﻳﺪه ﺷﻮل ﻣﺎﺗﻪ ﺑﻪ ﺧﻮب ﻧﻪ
راﺗﻪ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﺑﻪ دوئ ټﻮل وﻳﺪه ﺷﻮل را ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻴﺪم زﻣﻮﻧږ ﻛﻮر د ﻏﺮه ﭘﻪ
ﻟﻤﻦ ﻛښﻲ دى ،د ﭘﺴﺮﻟﻲ ﭘﻪ ﻣﻮﺳﻢ ﻛښﻲ ﺑﻪ د ﻛﻮﭼﻴﺎﻧﻮ ګﺎوﻧډﻳﺎن وو ،د
ﭘﺴﻮﻧﻮ او اوښﺎﻧﻮ رﻣﯥ ﺑﻪ ﺗﯧﺮﻳﺪﻟﯥ ﻏﺮه ﺗﻪ ﺑﻪ وﺧﺘﻢ ﻧﻨﺪارې ﺑﻪ ﻣﻲ ﺗﺮ
ﺳﺘﺮګﻮ ﺗﯧﺮوﻟﯥ ،ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﭘﻪ زړه ﭘﻮري ﻧﻨﺪاره ﻳﯥ ﻫﻐﻪ وه ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﺑﻪ ﻣﺎ
ﻛﻮﭼﻴﺎﻧۍ ﭘﯧﻐﻠﻲ او اﻧﺠﻮﻧﯥ ﭘﻪ ﻛﺎڼﻮ وﻳﺸﺘﻠﯥ ،دوئ ﺑﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﺮوړي ﺳﭙﻲ
"ﭼﯥ ﻟﻜۍ او ﻏﻮږوﻧﻪ ﻳﻲ ﻏﻮڅ ﻛړل ﺳﻮي وو" راﭘﺴﯥ ښﻜﺎرل ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ
زه ﺑﻪ ورڅﺨﻪ ډارﻳﺪم ﺧﻮ ﻟﻪ دې ﻧﻨﺪارې ﻣﻲ ځﺎﻧګړى ﺧﻮﻧﺪ اﺧﻴﺴﺖ .
ﻣﺎ ﺳﭙښﻴﻦ ﻣﻬﺎل ﭼﻲ ﭘﻼر ﺑﻪ ﻣﻲ د ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﻟﭙﺎره ﺟﻮﻣﺎت ﺗﻪ راووت زه ﺑﻪ
ژر ﺧﻮﻧﻲ ﺗﻪ ﻧﻨﻮﺗﻢ ،ځﺎن ﺑﻪ ﻣﻲ د ﺧﻮب ﭘﻪ ﭘﻠﻤﻪ واﭼﻮى ،ﺑﻴﺎ ﭼﻲ ﻛﻠﻪ ﺑﻪ د
ﻛﻮرﻧۍ ﻏړي ادې ،ﺧﻮر او وروڼﻪ ،،راوﻳښ ﺷﻮل ،وروڼﻮ ﻟﻪ ﻣﺎ څﺨﻪ
ﺷﻜﺎﻳﺖ ﻛﺎوه ﭼﻲ ﻧﻦ ﺑﻴﺎ ﻧﻪ ﻳﻢ وﻳﺪه ﺳﻮى او ټﻮﻟﻪ ﻏﺮﻣﻪ ﻟﻤﺮ ﺗﻪ ګﺮځﻴﺪﻟﻰ ﻳﻢ
،د ادې ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ډﯦﺮه اوﺳﺨﺘﻪ ﺳﺰا دا وه ﭼﻲ زه ﺑﺎﻳﺪ ﭘﺮش ﺳﻴﻮري ﺗﻪ ژر
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
20
اوار او ګﻴﻼﺳﻮﻧﻪ ﺗﻴﺎر ﻛړم ،دا ﻛﺎر ﺑﺎﻳﺪ ﻣﺎ ﻛړى واى ځﻜﻪ ﻟﻪ ﻳﻮ ﻣﺸﺮ
ورور ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻮرڅﻠﻮر وروڼﻪ ﺗﺮ ﻣﺎ ﻛﺸﺮان وو ،ﻛﯧﺪاى ﺳﻲ ګﻴﻼﺳﻮﻧﻪ ﻣﺎت
ﻛړي ،ﺧﻮر ﺑﻪ ﻣﻲ د ﻣﺎﺳﭙښﻴﻦ د ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﺗﺮ ادا ﻛﻮﻟﻮ وروﺳﺘﻪ ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ ﭘﻪ
ﭼﺎى ﭘﺨﻮﻟﻮ ﭘﺴﻲ داﻻن ﺗﻪ ﻧﻨﻮﺗﻪ .
ﻣﺎځﻴګﺮ ﻣﻬﺎل ﭼﻲ د ﻟﻤﺮ ﺳﺘﺮګﻪ ﺑﻪ ﻏﺮه ﺗﻪ ورټﻴټﯧﺪه د ﻛﻮﭼﻴﺎﻧﻮ ﻧﻨﺪارې ﺗﻪ
ورﺗﻠﻢ ﻳﻮ ﻟﻮښﻰ ﺑﻪ ﻫﻢ راﺳﺮه وو ،ﭼﻲ ﻟﻪ ﻣﻴږو او وزو څﺨﻪ ﺗﺎزه ﻟﻮﺷﻞ
ﺷﻮي ﺷﻴﺪې ﻟﻪ ﻛﻮﭼﻴﺎﻧﻮ څﺨﻪ راوړم ،رﻣﯥ ﺑﻪ ﻛﻴږدۍ ﺗﻪ راﻏﻠﯥ ،وري
ﺑﻪ ﻳﯥ د ﻏﺮه ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ﻟﻤﻦ واړول ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﺑﻪ ټﻮﻟﻲ ﻣﻴږي او وزې وﻟﻮﺷﻞ
ﺳﻮې ،ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻳﯥ وري او ﺳﯧﺮﻟﻲ ورﺗﻪ را ﭘﺮﯦښﻮدل ،ﺑﻐﺎري ﺑﻪ ﺳﻮې ﻫﺮ
وري او ﺳﯧﺮﻟﻲ ﺑﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻮر ﭘﺴﯥ ﻏﻮښﺘﻪ ،،دا وﺧﺖ ﻳﻮازي زه ﻧﻪ اﻛﺜﺮ
ﻛﻠﻴﻮال راﺗﻠﻞ او ﻟﻪ ﻫﻢ دې ﻧﻨﺪارې ﻳﯥ ﺧﻮﻧﺪ اﺧﻴﺴﺖ.
★★★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
21
ﭘﺴﺮﻟﻰ او ﺷﻮﺧﻲ دواړه ﺳﺮه ګډ وو ،ﻣﺴﺘﻲ ﻣﻲ ﻛړه ،د ژوﻧﺪ ﻟﻪ ﻫﺮي ﺷﻴﺒﯥ
ﻣﻲ ﺧﻮﻧﺪ اﺧﻴﺴﺖ ،ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ وم ،ﻟﻤﺮ ﺧﭙﻠﻲ ﻧﻴﻤﻜښﻲ وړاﻧګﯥ ﺗﺎزه ﭘﻪ
ﻏﺮوﻧﻮ ﻏﻮړوﻟﻲ وې ،ﭘﺮوﻧﻲ ﺑﺎران وﻧﻮ او ﺑﻮټﻮ ﺗﻪ ﻻ ﺳﻤﺴﻮرﺗﻴﺎ ورﺑښﻠﻪ ،
ﻟﺮي ﭘﺮﺗﻮ ﻫﻨﺪارو ﭘړق واﻫﻪ ،زه او ﭘﻼر ﻣﻲ دښﻮوﻧځﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر وﺧﻮځﯧﺪل،
څﺎدر ﻳﯥ ورټﻮل ﻛړ د رڼﻮ اوﺑﻮ ﺗﺮ وﻳﺎﻟﯥ ﻳﯥ ټﻮپ ﻛړ ،ﺷﺎ ﺗﻪ ﻳﯥ راوﻛﺘﻞ او
ﻣﺎﺗﻪ ﻳﯥ څﻮ ډﺑﺮي د اوﺑﻮ ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛښﻲ ﻛﺘﺎر ﻛښﯧښﻮدې ،ورو ،ورو ﻣﻲ
اﻟﻮﻳﺰاﻧﺪ ګﺎﻣﻮﻧﻪ اﺧﻴﺴﺘﻞ زړه ﻧﺎ زړه ﺗﺮ اوﺑﻮ راﺗﯧﺮ ﺳﻮم ،ﺗﺮ ﻻس ﻳﯥ وﻧﻴﻮم
زﻣﺎ ﭘﻪ ﺗګ دواړه ﭘﻪ ورو ،ورو ﻗﺪم رﻫﻲ ﺷﻮ .
ﭘﻼر ﻣﻲ وﭘﻮښﺘﻞ:
_ ﻛﻮرﻧۍ دﻧﺪه دي ﻟﻴﻜﻠﯥ ده ؟
ﻓﻜﺮ ﻣﻲ وﻛړ ﭘﺮون ورځ ﻣﻲ ﭼﻲ ﻛﻮرﻧۍ دﻧﺪه ﻧﻪ وه ﻟﻴﻜﻠﯥ ﺣﺘﻤﺎً اﺳﺘﺎد
ورﺗﻪ ﺷﻜﺎﻳﺖ ﻛړى دى ﺑﻴﺎ ﻣﻲ ﭘﻪ اوﭼﺖ ږغ ﭼﻲ ﭘﺮوﻧﻰ ﭘﻞ ﭘټ ﻛړم ووﻳﻞ:
_ ﻟﻴﻜﻠﯥ ﻣﻲ ده څﻮ ﭘﺎڼﻲ د ﺣﺴﺎب ﻣﻀﻤﻮن دﻧﺪه ﻳﯥ راﻛړې وه ﻣﺎﺧﺴﺘﻦ
ﻣﻲ ﺳﺘﺎ ﺗﺮ راﺗګ ﻣﺨﻜﻲ ﺑﺸﭙړه ﻛړه او وﻳﺪه ﺳﻮم.
رښﺘﻴﺎ ﻣﻲ ﻫﻢ ﻟﻴﻜﻠﯥ وه ،ﭘﺮون ﻣﻲ اﺳﺘﺎد ﭘﻪ ﻧﻪ ﻟﻴﻜﻠﻮ وﻫﻠﻰ وم ،ﺗﺎ ﺑﻪ وﻳﻞ
اﺳﺘﺎد ﻣﻲ ﺗﺮ ﺷﺎه څﺎرﻧﻪ ﻛﻮي ﻣﺎﺧﺴﺘﻦ ﻣﻲ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮﻣړى ﺧﭙﻠﻪ ﻛﻮرﻧۍ
دﻧﺪه وﻟﻴﻜﻠﻪ .
ﻳﻮه ﺷﻴﺒﻪ ﻣﻮ د ﻳﻮ ﺑﻞ د ﺑﻮټﻮﻧﻮ ﭘﻪ څﺮﭘﺎ ﻛښﻲ ﻏﻠﻲ ،ﻏﻠﻲ ګﺎﻣﻮﻧﻪ
واﺧﻴﺴﺘﻞ ،د ﺑﺎﺳﻴﻜﻞ ﺗړﻧګۍ ﻣﻲ ﺗﺮ ﻏﻮږ ﺳﻮه ،د ﭘﺮوﻧﻲ ﺑﺎران د ﺧړو اوﺑﻮ
ﭘﻪ ډﻧډ ﻛښﻲ ﻳﻮ ﺳړى د ﺳﻼم ﭘﻪ وﻳﻠﻮ زﻣﻮﻧږ ﺗﺮ څﻨګ ﺗﯧﺮ ﺳﻮ .
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
24
ﭘﻼر ﻣﻲ ﺧﭙﻞ ﻻﺳﻲ ﺳﺎﻋﺖ ﺗﻪ وﻛﺘﻞ ګﺎﻣﻮﻧﻪ ﻳﯥ ګړﻧﺪي ﻛړل ﻟﻜﻪ ﭼﻲ
ﻧﺎوﺧﺘﻪ وه ،زﻣﺎ ﭘﻪ ﻣﺎﺷﻮم ذﻫﻦ ﻛښﻲ را ﭘﻴﻞ ﻛﯧﺪوﻧﻜﯥ ﺧﺒﺮي ﭘﻪ زړه ﻛښﻲ
د ﺳﺎﺗﻠﻮ ﻧﻪ وې وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ ﭘﻼره ﺗﺎ ﺑﻪ ﻫﻢ ځﺎن ﺗﻪ ﻳﻮ ﺑﺎﻳﺴﻜﻞ اﺧﻴﺴﺘﻰ واى ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ دواړه ژر
رﺳﯧﺪﻟﻰ ﻟﻪ ﻛﻮره ﺑﻪ ﻫﻢ دوﻣﺮه ﭘﻪ وﺧﺘﻲ ﻧﻪ راوﺗﻞ .
ﻏﻠﻰ ﺷﻮ ﻟﻜﻪ ﭼﻲ زﻣﺎ ﺧﺒﺮي ﺗﻪ ﻳﯥ ځﻮاب ﻧﻪ درﻟﻮد ،ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﻫﻐﻪ دوﻛﺎن ﺗﻪ
اﺷﺎره وﻛړه ﻛﻮم ﭼﻲ ﻣﺎ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﻼص وره ﻧﻪ دى ﻟﻴﺪﻟﻰ .
ووﻳﻞ:
_ ﻫﻐﻪ زﻣﻮﻧږ دوﻛﺎن دى دا ځﻞ ﭼﻲ د ښﻮوﻧﻜﻮ ﺗﻨﺨﻮا راﺷﻲ ﻟږ ﺳﻮدا ﺑﻪ
ﭘﻜښﻲ واﭼﻮو ،د ښﻮوﻧځﻲ ﻟﻪ ځﺎﻧګړي وﺧﺖ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﭘﻜښﻲ ﻧﺎﺳﺘﻪ
ﻛﻮم ﺗﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ راﺳﺮه ﻟګﻴﺎ ﻳﯥ .
ﻧﻮى ﻧﻮم ﻣﻲ ﺗﺮ ﻏﻮږ ﺷﻮ ،ﻣﺎﺷﻮﻣﺎن ﭘﻪ ژوﻧﺪ ﻛښﻲ ﻫﺮه ورځ ﻟﻪ ﻧﻮﻳﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ
او ﺗﺠﺮﺑﻮ ﺳﺮه ﻛﺮار ،ﻛﺮار اﺷﻨﺎ ﻛﻴږي او د ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ اړه ﭘﻮښﺘﻨﻲ ﻛﻮي .
وﻣﻲ ﭘﻮښﺘﻞ:
_ ﺗﻨﺨﻮا ! ﻫﻐﻪ څﻪ ﺷﻰ وي؟
ﭘﻪ داﺳﻲ ﺣﺎل ﭼﻲ ګړﻧﺪي ګﺎﻣﻮﻧﻪ ﻳﯥ اﺧﻴﺴﺘﻞ ،ځﻤﻜﻲ ﺗﻪ ﺗﻴټ ﺳﻮ ،د ﻻري
ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛښﻲ ﭘﺮﺗﻪ ډﺑﺮه را ﭘﻮرﺗﻪ او ﻳﻮ څﻨګ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻏﻮځﺎره ﻛړه وﻳﯥ وﻳﻞ:
_ زوى ﺟﺎﻧﻪ ! روﭘۍ در ﻳﺎدوم ،ﻫﻐﻪ ﭼﻲ ﻣﺎﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ښﻮوﻧځﻲ ﻛښﻲ د
ښﻮوﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ د دﻧﺪي ﺗﺮﺳﺮه ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺑﺪل ﻛښﻲ راﻛﻮي .
ﭘﻪ ﭼﻮرﺗﻮﻧﻮ ﻛښﻲ ﺗﺮ ښﻮوﻧځﻲ ورﺳﯧﺪم ،درس ﭘﻴﻞ ﺷﻮ ،زﻣﻮﻧږ د درﻳﻢ
ټﻮﻟګﻲ ﻧګﺮان اﺳﺘﺎد ﭘﻪ ﺧټﻮ ﻛﻜړ ﻛﺎﻟﻲ ټﻮﻟګﻲ ﺗﻪ راﻏﻰ ،ﻣﺎ ﻓﻜﺮ ﻛﺎوه
ﭼﻴﺮﺗﻪ ﺑﻪ د ﺑﺎران اوﺑﻮ ﺗﻪ ﻟﻮﻳﺪﻟﻰ وي .
د ﺗﻨﺨﻮا ﻟﻴﺪﻟﻮ ﭼﺮت راﺳﺮه وو،ﻛړﻛۍ وټﻜﻴﺪه ﭘﻼر ﻣﻲ دى ،ﻫﺮه ورځ ﭼﯥ
ﺑﻪ د درس وﺧﺖ ﺧﻼص ﺷﻮ ﭘﻼر ﺑﻪ ﻣﻲ ﻣﺎﺗﻪ راﺗﻠﻪ او زه ﺑﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ځﺎن ﺳﺮه
ﻛﻮرﺗﻪ راوﺳﺘﻢ ،د ښﻮوﻧځﻲ ﻟﻪ دروازې را ووﺗﻠﻮ ،ﺟﻴﺐ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻻس ﻛړ څﻮ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
25
ﺷﻨﻪ او ﺳﺮه ﻟﻮټﻮﻧﻪ ﻳﯥ وﺷﻤﯧﺮل ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺟﻴﺐ ﻛښﻲ واﭼﻮل ،زﻣﺎ ﭘﻪ
ﺧﻮﻟﻪ ﻛښﻲ ﺧﺒﺮه ﻧﻪ ﺗﻢ ﻛﯧﺪه وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ ﭘﻼره ﺗﻨﺨﻮا دي واﺧﻴﺴﺘﻪ ؟
ﺗﺮ ډﯦﺮه ﻳﯥ څﻪ ﻧﻪ وﻳﻞ ﻟﻜﻪ ﭼﻲ زﻣﺎ څﺨﻪ ﻳﯥ دا ﺧﺒﺮه ﭘټﻮﻟﻪ ،ﺑﻴﺎ ﻣﻲ
وﭘﻮښﺘﻞ:
_ ﭘﻼره اوس ﺑﻪ ﺧﭙﻞ دوﻛﺎن ﺗﻪ ﺳﻮدا راوړې ﻛﻨﻪ ؟
اول ﻳﯥ څﻪ ﻧﻪ وﻳﻞ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﭘﻮه ﺷﻮ ځﻮاب ﺗﻪ ﻳﯥ داﺳﻲ ﻏﻠﻰ ﻳﻢ ﻟﻜﻪ ﭘﻴﺸﻮ،
وﻳﯥ وﻳﻞ:
_ ﻛﻤﻲ ﻳﯥ راﻛړې ،څﻮ ګﻮﻧۍ اوړه او ﻏﻮړي ﺑﻪ اوس ﻛﻮرﺗﻪ ﻳﻮﺳﻮ،
راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﺗﻨﺨﻮا ﭼﻲ واﺧﻠﻢ ﻛﻪ ﺧﻴﺮ او ژوﻧﺪ وو ،دوﻛﺎن ﺗﻪ ﺑﻪ ﺳﻮدا راوړم
.
د ﭘﻼر ﺑﯥ وﺳﻲ ورځﻲ ﻣﻲ ﻣﺎﺷﻮم زړه ﺗﻪ ﻻره وﻛړه ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛښﻲ ﻣﻲ ډول،
ډول ﺧﺒﺮي را وګﺮځﻴﺪې ،زړه ﻧﺎ زړه ﻣﻲ ﭘﻼر ﺗﻪ ﻟﻪ ﺧﻮﻟﯥ ور ووﺗﻞ:
_ ﭘﻼره زه ﭼﻲ دوﻟﺴﻢ ټﻮﻟګﻰ ﺧﻼص ﻛړم ښﻮوﻧﻜﻰ ﺑﻪ ﺳﻢ ﺗﻪ دي ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ
ﺗﻨﺨﻮا ﻛﻮر ﺗﻪ اوړه را وړه او زه ﺑﻪ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺗﻨﺨﻮا دوﻛﺎن ﺗﻪ ﺳﻮدا .
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
26
د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ د راﺗګ اوازې ﺳﻮې ،او ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻟږ وﺧﺖ ﻛښﻲ دا اوازه ﭘﻪ
ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺑﺪﻟﻪ ﺳﻮه ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ اﻣﺮ ټﻮل ښﻮوﻧﻜﻲ او زده ﻛﻮوﻧﻜﻲ ﻳﯥ د
وﻟﺴﻮاﻟۍ ﺑﺎزار ﺗﻪ وﺑﻠﻞ او د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﻤﺎﻳﺖ ﻳﻮه ﻟﻮﻳﻪ ﻏﻮﻧډه وﺷﻮه ،زه
ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴﺪم څﻮك ښﻪ دي او څﻮك ﺑﺪ ﺧﻮ ﭘﻼر ﺑﻪ ﻣﻲ وﻳﻞ ﻛﻪ دا ﺣﻜﻮﻣﺖ
ړﻧګ ﺳﻲ ﻛﻴﺪاى ﺳﻲ ﺣﺎﻟﺖ ﺑﺪل ﺳﻲ څﻨګﻪ ﺑﺪل ﺳﻲ دا ﻳﯥ ﻫﻢ ﻧﻪ راﺗﻪ وﻳﻞ.
ﭘﻼر ﻣﻲ ﻳﻮ ﻣﺎﺧﺴﺘﻦ ﭼﻲ راډﻳﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻏﻮږ ﻧﻴﻮﻟﻰ ،ﻛﺮار ﻧﺎﺳﺖ وو ،زه ﻟﻪ
ﻛړﻛۍ ﺳﺮه ﻧﮋدې ﭘﻪ ﺧﻂ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﺑﻮﺧﺖ وم ،ادې ﺗﻪ ﻳﯥ ووﻳﻞ:
_ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺑﺪل ﺳﻮ ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎن ﺑﻪ واك "ﻛﺮزي" ﺗﻪ وﺳﭙﺎري؛ ﻣﺎ وﻟﻴﺪل
ادې ﺗﻮﺑﯥ اﻳﺴﺘﻠﯥ او ډارﻳﺪه ﭼﻲ ﻛﻔﺎر راﺑﺎﻧﺪي ﻣﺴﻠﻂ ﺷﻮل اوس ﺑﻪ څﻪ
ډول ﺣﺎﻟﺖ ﺳﻲ څﻪ ﺑﻪ ﻛﻴږي ﻳﻮ ﺧﺪاى ﺧﺒﺮ .
د اوﺳﻨﻲ ﺧﺒﺮوﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﻨﻴﺎد دﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺣﻜﻮﻣﺖ د ۲۰۰۱ﻣﻴﻼدي ﻛﺎل ﭘﻪ ﭘﺎى
ﻛښﻲ ړﻧګ ﺳﻮ ،واك د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﻟﺨﻮا ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﺗﻪ ور وﺳﭙﺎرل ﺳﻮ
او درې ﻛﺎﻟﻪ ﻳﯥ دوام وﻛړ.
د ﺑﻴﺎ ځﻠﻲ ټﺎﻛﻨﻮ ﻟﭙﺎره ﻛﻤﭙﺎﻳﻦ روان وو ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ وﻳﺮه او ډار د
ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ زړوﻧﻮ ﻛښﻲ ور اﭼﻮﻟﻰ وو ،ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ داﺳﯥ ﭘﺮﭼۍ
راﻟﻴږﻟﻲ وې ﭼﻲ ﻛﻪ ﭼﺎ راﻳﻪ واﭼﻮﻟﻪ ګﻮﺗﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻏﻮڅﻲ ﻛړل ﺷﻲ ،ﺑﻴﺎ ﻫﻢ
ﻟږ او ډﯦﺮو ﺧﻠﻜﻮ د راﻳﯥ اﭼﻮﻧﻲ ﻛﺎرﺗﻮﻧﻪ واﺧﻴﺴﺘﻞ او د ﺧﭙﻞ ﻫﻴﻮاد
ﻣﺴﺘﻘﺒﻞ ﺗﻪ ﻳﯥ راﻳﻪ ورﻛړه ﭘﻪ دوه زره او څﻠﻮرم ﻣﻴﻼدي ﻛﺎل ﻛﻲ د ﺧﻠﻜﻮ
ﭘﻪ راﻳﻪ ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزى واك ﺗﻪ ورﺳﻴﺪ.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
27
★★★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
29
ﭘﻴﻨځﻢ ټﻮﻟګﻲ ﻛښﻲ وم ،د څﻠﻮر ﻧﻴﻤﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﻨﻴﻮ ازﻣﻮﻳﻨﻮ ورځﻲ وې ﻧﻦ
ﻣﻲ د ﻋﻘﺎﻳﺪ او رﻳﺎﺿﻲ د ﻣﻀﻤﻮن ازﻣﻮﻳﻨﻪ وه ،ﭘﻼر ﻣﻲ ﭘﻪ ښﻮوﻧځﻲ
ﻛښﻲ د ﻋﻘﺎﻳﺪ ﻣﻀﻤﻮن اﺳﺘﺎد دى ،د رﻳﺎﺿﻲ ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ ﻣﻲ وﻛړه ډاډه وم ﭘﻪ
ازﻣﻮﻳﻨﻪ ﻛښﻲ ﺑﻪ ﻛﻮﻣﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰه وﻧﻠﺮم ،دا وﺧﺖ ﻣﻲ ﭘﻼر ﭘﻪ دوﻛﺎن ﻛښﻲ
ﭘﻴﺘﺎوي ﺗﻪ ﻧﺎﺳﺖ اوزﻣﻮﻧږ ټﻮﻟګﻲ ﺗﻪ د ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﺮﺗﻴﺒﻮﻟﻮ ﺑﻮﺧﺖ دى،
ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﭼﻤﺘﻮ ﻛړل ﺗﺮ څﺮك ﻣﻲ ورﻛﺘﻞ ،د ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﭘﺎڼﻪ ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﻲ
ﻳﻮې ﻛﺘﺎﺑﭽﯥ ﭘﻪ ﭘﺎڼﻮ ﻛښﻲ ﻛﯧښﻮده او ﻣﺴﺠﺪ ﺗﻪ وﻻړ ...
ﻟﻪ ځﺎﻳﻪ ﭘﺎڅﻴﺪم ﻫﻢ ﻫﻐﻪ د ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﭘﺎڼﻪ ﻣﻲ را واﺧﻴﺴﺘﻪ ﻟﻪ ځﺎن ﺳﺮه ﻣﻲ
ټﻮل ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ وﻟﻴﻜﻞ ،ﻟﻪ ﻛﺘﺎب څﺨﻪ ﻣﻲ ځﻮاب ﻛړل ،ﭘﺎڼﻪ ﻣﻲ د ﺧﭙﻠﻮ
ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ ځﺎى ﻛښﯧښﻮده ،اوس ﻣﻲ زړه ښﻪ ارام وو ،ﻟﻮﺑﻮ ﺗﻪ ووﺗﻢ
ټﻮﻟﻪ ورځ ﻣﻲ ﭘﻪ ﻟﻮﺑﻮ ﺗﯧﺮه ﻛړه ...
ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ ﻻړم ﻟﻮﻣړى د رﻳﺎﺿﻲ ازﻣﻮﻳﻨﻪ وه ،ازﻣﻮﻳﻨﻪ ﻣﻲ ورﻛړه ﻓﻜﺮ
ﻛﻮم ټﻮل ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ ﻣﻲ ﺳﻢ وو ،د ﻋﻘﺎﻳﺪ ﻣﻀﻤﻮن ازﻣﻮﻳﻨﻪ ﭘﯧﻞ ﺷﻮه ،ﭘﻼر
ﻣﻲ زﻣﺎ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل ټﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﺳﭙﻴﻨﻲ ﭘﺎڼﯥ ورﻛړې ،ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ ﻳﯥ ووﻳﻞ د
ځﻮاﺑﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﻳﯥ وﺧﺖ راﻛړ ﻫﺮ زده ﻛﻮوﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﺎرﭼﻪ ﻛښﻲ
ﺳﺘﺮګﻲ ﺧښﻲ ﻛړي وې ،د ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﭘﻪ ځﻮاﺑﻮﻧﻮ ﻳﯥ ﻓﻜﺮ ﻛﺎوه ،ﻣﺎ ﻫﻢ ځﺎن
ﻏﻠﻰ ﻛړ ﻟﻪ ﺟﻴﺐ څﺨﻪ ﻣﻲ د ﺣﻞ ﺷﻮي ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﭘﺎڼﻪ را وﻳﺴﺘﻪ ﻻﻧﺪي ﻣﻲ ﭘﻪ
ﻣﻴﺰ ﻛﻲ ﺗﺮ ﻧﻈﺮ ﻻﻧﺪي ﻛښﯧښﻮده ،د ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﭘﻪ ځﻮاﺑﻮﻟﻮ ﺑﻮﺧﺖ ﺳﻮم ،دا
ﺑﻪ څﻨګﻪ وواﻳﻢ ﭼﻲ څﻮﻣﺮه وﻳﺮه راﺳﺮه ده اوس ﺑﻪ ﻣﻲ ﭘﻼر ووﻳﻨﻲ اوس ﺑﻪ
...
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
30
درﻳﻢ ﺳﻮال ﻣﻲ ﺣﻞ ﻛړ ،څﻠﻮرم ﻫﻢ ځﻮاب ﺷﻮ ،ټﻮﻟﻲ ﻧﻬﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻲ دي دا دى
د ﭘﻴﻨځﻤﻲ ﭘﻮښﺘﻨﻲ ﭘﻪ ځﻮاﺑﻮﻟﻮ ﺑﻮﺧﺖ وم .
د ﺗﻴﺎري ځﻮاب ﺷﻮي ﭘﺎرﭼﯥ څﺨﻪ د ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ځﻮاﺑﻮل څﻮﻣﺮه آﺳﺎﻧﻪ دي
واه ...
ﭘﻼر ﻣﻲ څﻨګ ﺗﻪ راﻏﻰ ﻟﻜﻪ ﭼﻲ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﻳﯥ ﻳﻢ زړه ﻣﻲ ټﻜﺎن ﭘﻴﻞ ﻛړل،
وﺟﻮد ﻣﻲ ﭘړك واﺧﻴﺴﺖ او دا دى ﻟﻴﺪﻟﻰ ﻳﯥ وم ،ﺗﺮ ﻏﻮږ ﻳﯥ ﻛﺶ ﻛړم،
ﭘﺎرﭼﻪ ﻳﯥ راڅﺨﻪ واﺧﻴﺴﺘﻪ د ټﻮﻟګﻴﻮاﻟﻮ ﺗﺮﻣﺦ ﻳﯥ څﻴﺮي ،څﻴﺮي ﻛړه ،ﻧﻴﻢ
ﺗﻤﺎم ﺷﻮم داﺳﻲ ﭼﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﻤﻴﺲ ﻛﻲ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎﻧﻪ ﭘټﻴﺪﻣﻪ ،ټﻮﻟګﻴﻮاﻟﻮ
ﺑﻪ دا ﺧﺒﺮ ﺗﺮ ﻏﻮږ را ﺗﯧﺮوﻟﻪ ،ﺧﭙﻞ ﭘﻼر ﭘﻪ ﻧﻘﻞ وﻧﻴﻮ ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻧﻤﺒﺮې ﭘﻮره
وي ،دې ﺧﺒﺮو ﺑﻪ ﻻ زور ﻏﻮښﺖ ،ﭘﻪ ﻛﻮر ﻛښﻲ ﺑﻪ ﻫﻢ د ﭘﻼر ﺗﺮ راﺗګ
ﻣﺨﻜﻲ وﻳﺪه ﻛﯧﺪم دې ﻟړۍ څﻮ ﺷﭙﯥ دوام وﻧﻴﻮ .
ازﻣﻮﻳﻨﻲ ﺧﻼﺻﻲ ﺷﻮې ،رﺧﺼﺘۍ ﺷﻮې ،ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﺑﻴﺎ ځﻠﻲ ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ
راﻏﻠﻢ ،ﻫﺮ ﺷﺎګﺮد ﺳﺘﺮګﻲ د ﻧﺘﺎﻳﺠﻮ ورځﻲ ﺗﻪ ﻧﻴﻮﻟﻲ وې ،د څﻠﻮر ﻧﻴﻢ
ﻣﻴﺎﺷﺘﻨۍ ازﻣﻮﻳﻨﻲ ﻧﺘﺎﻳﺞ ﻟﻪ څﻮ ﺷﭙﻮ ځﻨډ وروﺳﺘﻪ زﻣﻮﻧږ د ټﻮﻟګﻲ د
ﻧګﺮان ﻟﺨﻮا اﻋﻼن ﺷﻮې ،ﭘﻼﻧﻜﻰ ﻛﺎﻣﻴﺎب،ﭘﻼﻧﻜﻰ ﻧﺎﻛﺎم ،د ټﻮﻟګﻲ
دوﻫﻢ ﻧﻤﺒﺮه او د ﭘﻼر ﻧﺎزوﻟﻰ زوى ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﻣﻀﻤﻮﻧﻮ ﻛښﻲ ښﯥ ﻧﻤﺒﺮې
وړي ،ﺧﻮ ﭘﻪ ﻋﻘﺎﻳﺪ ﻣﻀﻤﻮن ﻛښﻲ ﻣﺸﺮوط دى .
ﻟﻪ زده ﻛړو ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻛﻪ زﻣﻮږ وه ،ﺗﺎدو ﻳﯥ ﺑﻴﺎ زﻣﻮږ ﭘﻼر اﻳښﻰ وو او ﻫﺮ
وﺧﺖ ﺑﻪ ﻳﯥ راﺗﻪ د درس وﻳﻠﻮ وﺻﻴﺖ ﻛﺎوه ،ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ د "ﻣﻌﻠﻢ"
ﻣﺠﻠﻪ راﺗﻠﻪ ،ﻫﺮ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﺑﻪ دا ﻣﺠﻠﻪ راﻏﻠﻪ ﭘﻼر ﺑﻪ ﻣﻮ ﻛﻮر ﺗﻪ ﻫﻢ راوړه ،ﻳﻮه
ورځ ﻣﻲ ورﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﻲ دا ﻛﻮم ﻣﻌﻠﻢ دى ﭘﻼره ﭼﻲ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻣﺠﻠﻪ
راوړې؟
و ې وﻳﻞ:
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
31
_ زوﻳﻪ دا د ﻫﺮ ﻣﻌﻠﻢ ﻣﺠﻠﻪ ده ﻛﻪ زه ژوﻧﺪى وم ﺗﻪ ﺑﻪ درس و واﻳﯥ او ﺳﺘﺎ
ﻣﺠﻠﻪ ﺑﻪ ﻧﻮر ﻣﻌﻠﻤﺎن ﻛﻮر ﺗﻪ وړي ،ﻛﻮﺷﺶ وﻛړه ﭼﻲ درس وواﻳﯥ ﺗﺮ څﻮ
ژوﻧﺪى ﻳﻢ .
ﻣﺎ وﭘﻮښﺘﻞ :
_ ﻧﻮ ﺗﻪ ﺑﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ ځﯥ؟
را ﻏﺒﺮګﻪ ﻳﻲ ﻛړه:
_ ﻣﺮګ ﺣﻖ دى او ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻧﻪ ﭘټﻴږي ،دا ﭼﻲ ﺗﺎﺳﻮ ﺑﻪ وﻟﻲ زﻣﺎ ﺗﺮ ﺷﺘﻮن
ﭘﻮري زده ﻛړي ﻛﻮﻻى ﺷﺊ ﭘﻪ دې زه ﻫﻢ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم .
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
32
ﻳﻮ ﺳﻬﺎر ﭼﯥ ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ روان وم ،ﻧﻮر ﻫﻠﻜﺎن ددې ﭘﺮځﺎى ﭼﻲ ښﻮوﻧځﻲ
ﺗﻪ وﻻړ ﺳﻲ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻛﻮروﻧﻮ ﺗﻪ روان وو ،زه دې ﻣﻨﻈﺮ ﺣﻴﺮان ﻛړم د ﻫﻠﻜﺎﻧﻮ ﭘﻪ
دې ﺧﺒﺮه ﻣﻲ ﺑﺎور ﻧﻪ ﻛﺎوه ﭼﻲ ښﻮوﻧځﻰ ﺗړل ﺳﻮى ،،ځﺎن ﻣﻲ ﺗﺮ
ښﻮوﻧځﻲ ﭘﻮري ورﺳﺎوه ،ﻛﻪ ګﻮرم ﭘﻪ ښﻮوﻧځﻲ ﻛﻲ ډﯦﺮ ﻛﻢ ښﻮوﻧﻜﻲ او
زده ﻛﻮوﻧﻜﻲ دي ،ﭘﻪ ﺣﻴﺮاﻧﻲ ﺳﺮه ﻣﻲ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻤﺰوﻟﻲ وﭘﻮښﺘﻞ:
_ څﻪ ﻛﻴﺴﻪ ده آﻳﺎ دا رښﺘﻴﺎ ده ﭼﻲ ښﻮوﻧځﻰ ﺗړل ﺳﻮى ﻛﻪ دا رښﺘﻴﺎ وي ﻧﻮ
وﻟﻲ ﺗړل ﺳﻮى؟
زﻣﺎ ﻫﻤﺰوﻟﻲ ﭼﻲ ﺳﺘﺮګﻲ ﻳﯥ ﻟﻪ اوښﻜﻮ ډﻛﻲ وې او زه ﭘﻮه ﺳﻮم ﭼﻲ د
اوښﻜﻮ او ژړا ﻻﻣﻞ ﻳﯥ ﻫﻢ دا د ښﻮوﻧځﻲ ﺗړل دي ،،راﺗﻪ ووﻳﻞ:
_ ﻣﻮﻧږ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږو ښﻮوﻧځﻰ وﻟﻲ ﺗړل ﺳﻮى ﺧﻮ دا ﭼﻲ ﺳﺮښﻮوﻧﻜﻲ
ﺻﺎﺣﺐ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﭘﺨﭙﻠﻪ وﻳﻨﺎ ﻛﻲ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ دې ﭼﯥ څﻪ وواﻳﻲ وژړل د ټﻮﻟﻮ زده
ﻛﻮوﻧﻜﻮ اوښﻜﻲ ﻳﯥ و ﺑﻬﻮﻟﯥ.
زه د ښﻮوﻧځﻲ ادارې ﺗﻪ ﻧﻨﻮﺗﻢ ،ﻣﺎ وﻟﻴﺪل ﭼﻲ ﭘﻪ ﻣﺨﺎﻣﺦ څﻮﻛۍ ﻣﻲ ﭘﻼر
ﻫﻢ ﻧﺎﺳﺖ دى ،زه ﻛﻮم ﺑﻞ ښﻮوﻧﻜﻲ وﺗﺮټﻠﻢ او ﻟﻪ ادارې ﻳﯥ را وﺷړﻟﻢ ،ﻛﻠﻪ
ﭼﻲ زه ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻧﺎﻫﻴﻠﻰ را ووﺗﻢ ،ﻫﻤﺰوﻟﻮ راﭘﺴﻲ وﺧﻨﺪل ﭼﻲ ﻣﺎﺗﻪ ﻳﯥ ډﯦﺮ زور
راﻛړ …
د ادارې وره ﺗﻪ ﻧﺎﻫﻴﻠﻰ وﻻړ وم ،ﭼﻲ ﺗﺤﻮﻳﻠﺪار راﻏﻰ او زه ﻳﯥ وﭘﻮښﺘﻠﻢ
ﭼﻲ وﻟﻲ دﻟﺘﻪ وﻻړ ﻳﻢ؟
ﻣﺎ ﻫﻴڅ ﻧﻪ ووﻳﻞ ،ﻫﻐﻪ ﺗﺮ ﻻس وﻧﻴﻮم او ﻟﻪ ځﺎن ﺳﺮه ﻳﯥ ادارې ﺗﻪ د ﻧﻨﻪ ﻛړم،
دا ځﻞ ﭼﻲ ادارې ﺗﻪ ﻧﻨﻮﺗﻢ ﺳﺮښﻮوﻧﻜﻲ ﭼﻲ وﻟﻴﺪم ژړﻟﻲ ﻣﯥ دي او ﺳﻠګۍ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
33
وﻫﻢ ﺧﭙﻞ څﻨګ ﺗﻪ ﻛښﯧﻨﻮﻟﻢ ،ﻳﻮ ﺑﺴﻜټ او ﻧﻴﻢ ګﻴﻼس ﭼﺎى ﻳﯥ راوا ﭼﻮل،
زه د ﭘﻴﺎﻟﯥ ﺗﺮ ﺳړﻳﺪو ﭘﻮري ﭘﻪ ﺗﻤﻪ وم ﭼﯥ ﻳﻮ ﺗﻦ ښﻮوﻧﻜﻲ ﭘﺨﭙﻠﻮ ﺧﺒﺮو ﻛﻲ
ووﻳﻞ:
_ ﻃﺎﻟﺒﺎن څﻪ ﻏﻮاړي ﭼﻲ ښﻮوﻧځﻲ ﻳﯥ وﺗړل؟
ﻟﻪ ﻫﻢ دې ﺧﺒﺮي ﺳﺮه زﻣﺎ ﻫﻐﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻫﻢ ځﻮاب ﺳﻮه ﭼﻲ ښﻮوﻧځﻰ وﻟﻰ
ﺗړل ﺳﻮى ،ښﻮوﻧﻜﻲ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﺒﺮو ﺗﻪ دوام ورﻛړ:
_ ښﻮوﻧځﻰ د ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ راﺗﻠﻮﻧﻜﻰ روښﺎﻧﻪ ﻛﻮي ،ﻟﻪ ﺗﻴﺎرو څﺨﻪ ﻣﻮ رڼﺎ
ﺗﻪ راﺑﺎﺳﻲ ﻛﻪ ښﻮوﻧځﻰ وﺗړل ﺳﻲ دا ﻣﺎﺷﻮﻣﺎن ﭼﻲ زﻣﻮﻧږ د ﻫﻴﻮاد
راﺗﻠﻮﻧﻜﻰ دى ړاﻧﺪه او ﻛﺎڼﻪ ﺑﻪ ﻟﻮى ﺳﻲ .
ﻫﻴﭽﺎ څﻪ ﻧﻪ وﻳﻞ ﻟﻜﻪ ټﻮل ښﻮوﻧﻜﻲ ﭼﻲ ﻣﻼﻣﺖ وي ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ښﻮوﻧﻜﻲ
ﺧﺒﺮي ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﻮﻟﯥ ،ټﻮﻟﻮ ښﻮوﻧﻜﻮ او ﺳﺮښﻮوﻧﻜﻲ ﭘﻪ دې ﻣﻮاﻓﻘﻪ
وﻛړه ﭼﻲ ﺳﺒﺎ ﺑﻪ د وﻻﻳﺖ ﺗﺮ ﻣﻘﺎم ﭘﻮري ﻳﻮ ﻟﻮى ﻻرﻳﻮن ﻛﻮي ﺗﺮڅﻮ د
ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻟﻮري ﺗړل ﺷﻮي ښﻮوﻧځﻲ ژر ،ﺗﺮ ژره ﭘﺮاﻧﻴﺴﺘﻞ ﺳﻲ .
ﻻرﻳﻮن ﺗﻪ د ښﻮوﻧځﻲ ﭘﻪ اﻧګړ ﻛﻲ ښﻮوﻧﻜﻲ او زده ﻛﻮوﻧﻜﻲ راټﻮل ﺷﻮل،
د ﻻرﻳﻮن ﻟﻪ اﺟﻨډا ﺳﺮه ﺳﻢ ﻟﻮﻣړى ﻳﯥ د وﻟﺴﻮاﻟﻲ ﺑﺎزار ټﻮل دوﻛﺎﻧﻮﻧﻪ
وﺗړل او ﺑﻴﺎ ورﭘﺴﯥ د وﻻﻳﺖ ﭘﻪ ﻟﻮر وﺧﻮځﻴﺪل ،د ﻻري ﭘﻪ اوږدو ﻛﻲ ټﻮل
دوﻛﺎﻧﻮﻧﻪ وﺗړل ﺷﻮل ،وﻻﻳﺖ ﺗﻪ ﻟﻪ رﺳﯧﺪو ﺳﺮه ﺳﻢ د وﻻﻳﺖ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻛﺴﺎﻧﻮ
د ﻻرﻳﻮن ﻣﺨﻪ وﻧﻴﻮه او دې ﺗﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ ﭘﺮﯦښﻮدل ﭼﻲ ﻻرﻳﻮن ﻛﻮوﻧﻜﻲ د
ﻣﺮﻛﺰ ﺑﺎزار ﺗﻪ ﻧﻨﻮځﻲ ﻟﻪ ډﯦﺮ ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺳﺮه ،ﺳﺮه ﻻرﻳﻮن ﻛﻮوﻧﻜﻲ وﻻﻳﺖ
ﻣﻘﺎم ﺗﻪ ﭘﻪ رﺳﯧﺪو ﺑﺮﻳﺎﻟﻲ ﻧﻪ ﺷﻮل او ﻧﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻛﻮم ﭼﺎ ږ غ ﺗﻪ ﻏﻮږ وګﺮاوه .
ﺗﺮ ﻣﺎځﻴګﺮ وړاﻧﺪي ﻟﻜﻪ ﺳﻜﺮوټﻲ ﭼﻲ ﺳړې ﺳﻲ ﻛﺮاره ،ﻛﺮاري ﺳﻮه،
ﻻرﻳﻮن ﻛﻮوﻧﻜﻲ ټﻮل ﺧﭙﻠﻮ ﻛﻮروﻧﻮ ﺗﻪ ﺳﺘﺎﻧﻪ ﺷﻮل ،ﭘﻪ دوﻫﻤﻪ ورځ ﺑﻴﺎ
ﻻرﻳﻮن د ښﻮوﻧځﻲ ﻟﻪ اﻧګړ څﺨﻪ ﭘﻴﻞ ﺳﻮ دا ځﻞ ﻳﯥ د وﻟﺴﻮاﻟﻲ ﺑﺎزار ﺗﺮ
ﺗړﻟﻮ وروﺳﺘﻪ د ﻻرﻳﻮن ﻣﺦ وﻟﺴﻮاﻟۍ ﺗﻪ وګﺮځﻴﺪ ،ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻻرﻳﻮن
ﻛﻮوﻧﻜﻲ د وﻟﺴﻮاﻟۍ دروازې ﺗﻪ ﻧﮋدې ﺷﻮل ،د وﻟﺴﻮاﻟۍ ﻋﺴﻜﺮو ﭘﻪ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
34
ﻻرﻳﻮن ﻛﻮوﻧﻜﻮ ډزي وﻛړې ﭼﻲ ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻪ ﻛښﯥ ﭘﻴﻨځﻪ ﺗﻨﻪ ځﻮان زده
ﻛﻮوﻧﻜﻲ ټﭙﻴﺎن ﺷﻮل ،دا ﭼﻴﻐﻪ ﻣﻮ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻣﺮۍ ﻛښﻲ ﺑﻨﺪه ﭘﺎﺗﻲ ﺳﻮه.
ﻟﻪ ﻫﻐﻪ وروﺳﺘﻪ ﭼﻲ د ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﻪ وړاﻧﺪي د ﺧﻠﻜﻮ ﭼﻴﻐﻮ ﻛﻮﻣﻪ ګټﻪ و ﻧﻪ
ﻣﻮﻧﺪه ،ﻗﻮﻣﻲ ﻣﺸﺮان د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ډﻟﻲ ﺳﺮه ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻞ ،ښﻮوﻧځﻲ ﻳﯥ
ﭘﺮاﻧﻴﺴﺘﻞ او درﺳﻮﻧﻪ ﭘﻴﻞ ﺷﻮل ،د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻲ ﺳﺮه ﺳﻢ د ﻟﻴﺴﯥ او
ﻣﺘﻮﺳﻄﻲ دورې زده ﻛﻮوﻧﻜﻮ او ټﻮﻟﻮ ښﻮوﻧﻜﻮ ﺑﻪ ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ
ﭘټﻜﻲ)ﻟﻮﻧګۍ( ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛﻮل ﻛﻪ د ﭼﺎ ﺑﻪ ﺧﻮﻟۍ وه ،وﻫﻞ ټﻜﻮل ﺑﻪ وو او ﻟﻪ
ښﻮوﻧځﻲ څﺨﻪ ﺷړل.
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
35
د ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﻟﻪ راﺗګ ﺳﺮه ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛښﻲ د ﺑﻴﺎر ﻏﻮﻧﻲ ﻛﺎروﻧﻪ ﭘﻴﻞ
ﺳﻮي وو ،زﻣﻮږ د ښﻮوﻧځﻲ ﭘﻪ وداﻧۍ ،ﭘﻪ ﺑﺎزار ﻛﻲ ﭘﻪ روﻏﺘﻮن او ﻫﻢ دا
رﻧګﻪ د ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺳړك ﭘﻪ ﺟﻮړوﻟﻮ ﻫﻢ ﻛﺎر روان وو،د ښﻮوﻧځﻲ ﺗﺮ
ﭘﺮاﻧﻴﺴﺘﻠﻮ څﻮ ورځﻲ وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ درﺳﻲ ﺳﺎﻋﺖ ﻛﻲ د ښﻮوﻧځﻲ اﻧګړ
ﻋﺴﻜﺮو واﺧﻴﺴﺖ ،او ﭘﻪ ﻣﻨډه ،ﻣﻨډه ﻳﯥ څﻠﻮر واړه ﻛﻮﻧﺠﻮﻧﻪ او ﻫﻐﻪ ځﺎى
ﭼﻲ ﻣﺎﺗﻲ څﻮﻛۍ او ﻣﻴﺰوﻧﻪ ﺑﻪ ﭘﺮاﺗﻪ وو وﻛﺘﻞ ،د اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮﻟﯥ
ﭘﻪ ښﻮوﻧځﻲ ﻛﻲ د ﺑﺎردو ﭘټﻨځﺎى دى او وﺳﻠﻪ ﭘﻜښﻲ ﺳﺎﺗﻠﻪ ﻛﻴږي ،ﺧﻮ
ﭘﻴﺪا ﻳﯥ ﻧﻪ ﻛړه او ﻧﻪ ﻫﻢ داﺳﻲ څﻪ وو ،څﻨګﻪ ﭼﻲ دوئ ﻓﻜﺮ ﻛﺎوه.
ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم وﻟﻲ ﭼﻲ ښﻮوﻧځﻰ ﻟﻪ ﺗړﻟﻮ وروﺳﺘﻪ ﭘﺮاﻧﻴﺴﺘﻞ ﺳﻮ ،زړه ﺑﻪ ﻣﻲ
ﻧﻪ ورﺗﻪ ښﺎﻳﻲ ښﻮوﻧځﻰ ﻟﻜﻪ دﺟﻨګ ﻣﻴﺪان ﻳﺎ د ﻣﻮرﭼﯥ ﻏﻮﻧﺪي
ګﺮځﻴﺪﻟﻰ وو.
ﻳﻮ ﻣﺎځﻴګﺮ ﺑﺎران ﭘﻴﻞ وﻛړ ،ﺟﻮﻣﺎت ﺗﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ وﻻړم ،ﻣﺎښﺎم ﻣﻲ ډوډۍ
وﺧﻮړﻟﻪ ،ﻛﺘﺎﺑﭽﻪ ﻣﻲ راوﺧﻴﺴﺘﻪ د ﻛﻮرﻧۍ دﻧﺪي ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﺑﻮﺧﺖ وم ،ﭘﻪ
ﻛﺘﺎﺑﭽﻪ ﻣﻲ ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ څﺎڅﻜﻲ وﻟګﻴﺪل ،ﻟﻪ ﭘﺎﺳﻪ ﺧﻮﻧﻪ راﺑﺎﻧﺪي څڅﯧﺪه،
ﻛﺘﺎﺑﭽﻪ او ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﻣﻲ ﭘﻪ ﺑﻜﺴﻪ ﻛﻲ ﻛﯧښﻮدل ،ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎى ﻛښﻲ ﭘﺮﯦﻮﺗﻢ،
ﻣﻮرﻛۍ څڅﻮﺑﻲ ﺗﻪ ﻳﻮ ﻟﻮښﻰ ﻛﯧښﻮد ،ټﻚ ،ټﻚ ﻳﯥ ﺧﻮب ﺗﻪ ﻧﻪ ﭘﺮﯦښﻮدم،
ﻛﻮرﻧۍ دﻧﺪه ﻣﻲ ﻫﻢ ﭘﻮره ﻧﻪ وﻟﻴﻜﻠﻪ زړه ﻣﻲ ښﻪ دى ﺳﺒﺎ ﺑﻪ ﻫﻢ ټﻮﻟﻪ ورځ
ﺑﺎران اوري ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻧﻪ ځﻢ ،ﻛﻠﻪ ،ﻛﻠﻪ دا ﻓﻜﺮ ﻫﻢ ﻛﻮم ﻛﻪ ﺑﺎران ﺗﻴﺰ
ﺷﻲ ﺧﻮﻧﻪ ﺑﻪ را ړﻧګﻪ ﺷﻲ ﻣﻮﻧږ ټﻮل ﺑﻪ ﻣړه ﺷﻮ ،ﺑﻴﺎ ﻣﻲ وﻳﻞ ﻛﻪ ﻣﻮرﻛۍ،
ﭘﻼر ،وروڼﻪ ټﻮل ﻣړه ﺷﻲ زه ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻢ ﭼﻴﺮﺗﻪ ﺑﻪ ځﻢ؟
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
36
ځﺎن ﺗﻪ ﺑﻪ ﻣﻲ ډاډ ورﻛړ د ﻣﺎﻣﺎ ﻛﺮه ﺑﻪ ﻳﻢ د ﻣﺎﺷﻮﻣﺘﻮب او ﺧﺎم ﻋﻘﻞ ﭘﺎﺧﻪ
ﻓﻜﺮوﻧﻮ ﺑﻪ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه واﺧﻴﺴﺘﻢ ،ﺧﻮب وړى وم ﻟږ ځﻨډ ﻻ ﻧﻪ وو وﺗﻠﻰ
ﺑﺎران ﺗﻴﺰ ﺷﻲ ،ﺗﺎﻟﻨﺪه او ﺗﻮﭘﺎن ورﺳﺮه وي زﻣﻮﻧږ د ﻏﻮا ﻛﻮډﻟﻪ ړﻧګﻪ ﺷﻲ،
ﭘﻼر ﻣﻲ ور وځﻲ ،ﺑﺎد او ﺑﺎران دوﻣﺮه ﺗﻴﺰ وي ﭼﻲ ﻳﻮ ﻗﺪم ﻻر ﻧﻪ ﻟﻴﺪل
ﻛﻴږي ،ﺗﻮره ﺗﻴﺎره ﺟﻮړه وه ،د ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﻟﻪ رڼﺎ ﺳﺮه ﺑﻪ د ﻛﻮډﻟﻲ ړﻧګ دﻳﻮال
ښﻜﺎره ﺷﻮ ،د ﻏﻮا رﻣﺒﺎړي ﺑﻪ ﻣﻲ ﺗﺮ ﻏﻮږ ﺳﻮې ،ﺑﺎد ﭘﻪ اﻧګړ ﻛښﻲ د
وﻻړي وﻧﻲ ﻟﻪ ښﺎﺧﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺷﭙﯧﻠۍ ﺗﻪ زور ورﻛړ ﻗﻴﺎﻣﺖ ﺷﻮ ،زﻣﻮﻧږ ﺧﻮﻧﻪ
ﻫﻢ راﺑﺎﻧﺪي ړﻧګﻪ ﺳﻮه ﭼﻴﻐﻲ ﻣﻲ ﻛړې ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭼﻴﻐﻮ راوﻳښ ﺳﻮم ،د ﺑﺎران
څﺎڅﻜﻮ ټﻮﻟﻪ ﺷﭙﻪ ﻛړﻛۍ را ټﻜﻮﻟﻪ ،ﺳﻬﺎر ﭼﻲ د ښﻮوﻧځﻲ وﺧﺖ راﻧﮋدې
ﺷﻮ ﺑﺎران ﻛﺮار ،ﻛﺮار ودرﻳﺪ ،زړه ﻧﺎ زړه ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ روان ﺳﻮم .
ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﺑﺎزار ﺗﻪ ورﺳﻴﺪم د ډزو ږﻏﻮﻧﻪ ﻣﻲ ﺗﺮ ﻏﻮږ ﺷﻮل ﭼﻲ ور ﻧﮋدې ﺳﻮم
ﻣﺎ وﻟﻴﺪل ﻫﻐﻪ ﻋﺴﻜﺮ ﭼﻲ د ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺳړك د ﺟﻮړوﻟﻮ ﻟﻪ ﻛﻤﭙﻨۍ ﺳﺮه د
ﺳﺎﺗﻮﻧﻜﻮ دﻧﺪه ﻟﺮي ﭘﻪ ډك ﺑﺎزار ﻛﻲ ډزي ﻛﻮي ،ﭘﻪ ﻏﻮږوﻧﻮ ﻛﻲ ﻣﻲ ګﻮﺗﻲ
وﻧﻴﻮې او دﺧﭙﻞ دوﻛﺎن ﭘﺮ ﻟﻮر ﻣﻲ ﻣﻨډه ﻛړه ،ﻣﺸﺮ ورور ﻣﻲ ﭼﻲ ﺗﺮ ﻣﻴﺰ
ﻻﻧﺪي ﺳﺮ ټﻴټ ﻧﻴﻮﻟﻰ ﻧﺎﺳﺖ وو ،زه ﻳﯥ ﻫﻢ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻛښﯧﻨﻮﻟﻢ ،ﻟږ ﺷﻴﺒﻪ
وروﺳﺘﻪ ډزي ﻛﺮاري ﺳﻮې را ووﺗﻞ ،ﭘﻪ ټﻮل ﺑﺎزار ﻛﻲ ﭼﻮﭘﻪ ﭼﻮﭘﺘﻴﺎ ﺟﻮړه
وه ،ﻳﻮازي ﻫﻢ دا ﻋﺴﻜﺮ ﻳﻮه ﺑﻠﻪ ﺧﻮا ګﺮځﻴﺪل،ﻣﺎ ﻏﻮښﺘﻞ ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ
وﻻړ ﺳﻢ ،ﺗﺮ څﻠﻮر ﻻري ﻻ ﻧﻪ وم رﺳﯧﺪﻟﻰ ﭼﻲ څﻠﻮر ﭘﻴﻨځﻪ ﺗﻨﻪ دوﻛﺎﻧﺪاران
ﭘﻪ ﻣﺨﻪ راﻏﻠﻞ ﻳﻮ ﺗﻦ ﭼﻲ ﻣﺦ او ﺟﺎﻣﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﻟړﻟﻲ وې ﺗﺮ ﻻس ﻳﯥ
ﻧﻴﻮﻟﻰ وو ،زه ﻳﯥ ﻣﻨﻊ ﻛړم او ﻟﻪ ﻧﻴﻤﻰ ﻻري ﺑﻴﺮﺗﻪ راوګﺮځﻴﺪم ،ﭘﻪ ﺑﺎزار ﻛﻲ
د وﺣﺸﺖ ﻧﻨﺪاره وه ،ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻟږ ځﻨډ ﻛﻲ ټﻮل دوﻛﺎﻧﻮﻧﻪ وﺗړل ﺷﻮل ،ﺧﻠﻚ
ﻛﻮروﻧﻮ ﺗﻪ وﻻړل.
ﻣﺎﺧﺴﺘﻦ ﻣﻲ ﭘﻼر ﭘﻪ ﻫﻢ دې اړه ﻟﻪ ادې ﺳﺮه ﺧﺒﺮي ﻛﻮﻟﯥ ﭼﻲ اوس ﻧﻮ زﻣﻮږ
ﺧﻮر ﭼﻲ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻣﺸﺮه ده ﭘﯧﻐﻠﻪ ﺳﻮې ﭘﻼر ﻣﻮ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﻲ ﻫﻐﯥ ﺗﻪ ﺑﺎﻳﺪ
ﭘﺨﭙﻞ ژوﻧﺪ د ژوﻧﺪ ﻣﻠګﺮى ﭘﻴﺪا ﻛړي .
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
37
زه ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﻲ ور وﻟﻮﻳﺪم او د ﺑﺎزار د ﺟګړې ﭘﻪ اړه ﻣﻲ ور ﻳﺎده ﻛړه ،ﭘﻼر
ﻣﻲ ووﻳﻞ:
_ زوى ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم څﻪ ﻛﻴﺴﻪ ﺑﻪ وه ،ﭘﻪ ﺟﻮﻣﺎت ﻛﻲ ﺧﺒﺮ ﺳﻮم ﭼﻲ درې،
څﻠﻮر دوﻛﺎﻧﺪاران ټﭙﻴﺎن ﺷﻮي دي او ﻫﻢ دا رﻧګﻪ د ډﯦﺮو دوﻛﺎﻧﻮﻧﻮ ﺷﻴﺸﯥ
ﻫﻢ ﻣﺎﺗﻲ دي .
ﻫﺮه ورځ ﺑﻪ ﺟﺮګﯥ ﺗﻠﯥ او راﺗﻠﯥ د ﻗﺴﻤﺖ ﺑﺮﺧﻲ دي ،زﻣﻮږ ﺧﻮر ﻳﯥ ﻧﮋدې
ﺧﭙﻞ د اﻛﺎ زوى ګﻼب ﺗﻪ ورﻛړه .
دﻟﺘﻪ ﭼﻲ څﻮﻣﺮه ﺷﭙﯥ او ورځﻲ ﺗﯧﺮﻳﺪﻟﯥ د ﭘﻼر ﻧﺎروﻏﻲ ورځ ﺗﺮ ﺑﻠﻲ ﻻ
ﭘﺴﯥ زﻳﺎﺗﻴﺪﻟﻪ ،ډاﻛﺘﺮاﻧﻮ ﺑﻪ ﺷﻞ ﻛﻴﺴﯥ ﺗﺮې ﺟﻮړوﻟﯥ ،ﺣﻘﻴﻘﺖ څﻪ وو ﭘﻪ
دې ﻫﻴڅ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴﺪل ﻳﺎ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻧﻪ وﻳﻞ ،څﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﻲ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﺗﻴﺮي
ﺷﻮې ﺧﻮ د ﭘﻼر ﻧﺎروﻏۍ ﻫﻢ ﻫﻐﺴﻲ ﭘﺴﯥ زﻳﺎﺗﻴﺪه ،ﻟﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﻮﻟﻮ ﻫﻢ
وﻟﻮﻳﺪ ،د وﻻﻳﺖ ﭘﻪ روﻏﺘﻮن ﻛښﻲ ﻣﻮ ﺑﺴﺘﺮ ﻛړ ،ﻛﻮم ﻣﺜﺒﺖ ﺑﺪﻟﻮن ﻳﯥ ﭘﻪ
ژوﻧﺪ ﻛښﻲ ﻧﻪ راﻏﻰ .
ﻛﻮﻣﻪ ﺷﭙﻪ ﭼﻲ ﭘﻼر ﻣﻮ د ﺳﺨﺘﻲ ﻧﺎروﻏۍ ﻟﻪ اﻣﻠﻪ ﭘﻪ روﻏﺘﻮن ﻛﻲ ﺑﺴﺘﺮ وو،
ادې ﻫﻢ ورﺳﺮه وه ،ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻛﻮر ﻛښﻲ ﻳﻮازي ﭘﺎﺗﻲ وو ،ﭘﻪ وﻟﺴﻮاﻟۍ د
وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﺨﻮا ﺑﺮﻳﺪ وﺷﻮ او ﺗﺮ ﺳﭙﻴﺪو ﻳﯥ دوام وﻛړ.
ﺳﻬﺎر ﻧﺎوﺧﺘﻪ ﭼﻲ زه روﻏﺘﻮن ﺗﻪ ورﻏﻠﻢ ادې راﺗﻪ ژړل او وﻳﻞ ﻳﯥ زﻣﺎ د ﻛﻮر
اﻧﺪﻳښﻨﻪ ده ،ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﻳﯥ د ﻛﻮر او ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮﻟﻪ ،ﭼﻲ ﻫﺮڅﻮﻣﺮه
ﻣﻲ ډاډ ورﻛﺎوه زړه ﻳﻲ ﻧﻪ ﻣﻨﻞ .
ﻣﺎ ﭼﻲ ﻛﻠﻪ د ﻋﺴﻜﺮو ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﻟړﻟﻲ ﺟﺴﺪوﻧﻪ وﻟﻴﺪل ،ﺣﺎﻟﺖ ﻣﻲ ﺧﺮاب ﺳﻮ
ﭘﻪ زړه ﻣﻲ اوﺑﻪ را اوښﺘﯥ ،دا وﺧﺖ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﻣﻮټﺮ د روﻏﺘﻮن ﻣﺨﻜﻲ
ودرﻳﺪه او ﻳﻮ ﻋﺴﻜﺮ ﭼﻲ ﺟﺎﻣﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﻟړﻟﻲ وې راښﻜﺘﻪ ﻛړ ،ﭘﻪ
ﺳﺨﺖ ټﭙﻲ ﺣﺎﻟﺖ ﻛﻲ ﻳﯥ روﻏﺘﻮن ﺗﻪ دﻧﻨﻪ راوړ ،ادې ﻣﻲ ﺗﺮ ﻻس وﻧﻴﻮه ،ﭘﻪ
ﻣړاوو ﻗﺪﻣﻮﻧﻮ د ﭘﻼر ﺑﺴﺘﺮ ﺧﻮﻧﻲ ﺗﻪ ﻧﻨﻮﺗﻠﻮ .
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
38
د څﻮ ډاﻛﺘﺮاﻧﻮ ټﻴﻢ ﺑﺴﺘﺮ ﺧﻮﻧﻲ ﺗﻪ راﻏﻰ او ژر ،ژر ﻳﯥ د ﻧﺎروﻏﺎﻧﻮ درﻣﻠﻨﻪ
وﻛړه ،ﻫﻐﻪ ﻧﺎروﻏﺎن ﭼﻲ ﺻﺤﺖ ﻳﯥ ﺗﺮ ﭘﺨﻮا ښﻪ وو زﻣﺎ د ﭘﻼر ﭘﻪ ﺷﻤﻮل
ټﻮل رﺧﺼﺖ ﻛړل ،ﺗﺮ څﻮ د ټﭙﻴﺎﻧﻮ ﻟﭙﺎره ﺑﺴﺘﺮوﻧﻪ ﺧﺎﻟﻲ ﺷﻲ ،ﭘﻼر ﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ
ﻳﻮه ﭘﺮﭼۍ ﺑﺎﻧﺪي درﻣﻞ وﻟﻴﻜﻞ او د ﺻﺤﺖ ډاډ ﻳﯥ ورﻛړ ،د روﻏﺘﻮن
ﺧﺪﻣﺘګﺎري ﺳﻴﺮوم ﻟﻪ ﭘﺎﻳﯥ اﻳﺴﺘﻪ ﻛړ او ﻫﻐﻪ ﭘﺎﻳﻪ ﭼﻲ ﺳﻴﺮوم ورﺑﺎﻧﺪې
ځﻮړﻧﺪ وو ،ﭘﻪ ﺑﻴړه ،ﺑﻴړه ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻳﻮوړه .
زه د ﺧﺪﻣﺘګﺎري ﻋﻄﺮو واﺧﻴﺴﺘﻢ ﭼﻲ د ﺳﻴﻨځﻠﻲ ﺑﻮئ ﻳﯥ راﺗﻪ ،ﭘﻪ ﺑﺴﺘﺮ
ﺧﻮﻧﻪ ﻛښﻲ د درﻣﻠﻮ ﺑﻮئ ورك ﺳﻮ ،ﻓﻀﺎ د ﺳﻴﻨځﻠﻲ ﺧﻮﺷﺒﻮﻳﻲ وﻧﻴﻮه .
ﻟﻪ روﻏﺘﻮن څﺨﻪ ﻛﻮر ﺗﻪ راﻏﻠﻞ ،د ﭘﻼر ﺻﺤﺖ ﻛﻮم ﻣﺜﺒﺖ ﺑﺪﻟﻮن ﻧﻪ راوړ ،د
ﺧﺪاى ﭘﻪ ﺗﻤﻪ ﻣﻮ ﺷﭙﯥ ﺗﯧﺮوﻟﯥ ،د ﻋﻼج ﻟﭙﺎره ﻳﯥ ﭼﻲ څﻮﻣﺮه ﭘﻴﺴﯥ
ډاﻛﺘﺮاﻧﻮ ﻏﻮښﺘﯥ زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ وس ﭘﻮره ﻧﻪ وې ،ﻣګﺮ ﻣﻮﻧږ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﻫڅﻪ وﻛړه
دوري ،دوري ﻣﻮ ډاﻛﺘﺮاﻧﻮ ﺗﻪ ووړ او راوړ .
ﻟﻪ ﻫﻢ دې ﺳﺮه ،ﺳﺮه ﭘﻼر ﺑﻪ ﻣﻲ ﭘﻪ ﻧﺎروﻏۍ ﻛښﻲ ﻫﻢ ﺟﻮﻣﺎت ﺗﻪ ورﺗﻪ او
ﻟﻤﻮﻧځ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺟﻤﻊ ادا ﻛﺎوه ،ﻳﻮه ﺷﭙﻪ ﻧﺎوﺧﺘﻪ د ﻣﻮټﺮ ﻫﺎرن ووﻫﻞ ﺳﻮ ﻛﻠﻪ
ﭼﻲ ﻣﻮﻧږ ور ووﺗﻞ زﻣﻮږ د ﭘﻼر د ﻣﻘﺘﺪﻳﺎﻧﻮ ﻣﻮټﺮ وو ،ﭘﻪ داﺳﻲ ﺣﺎﻟﺖ
ﻛښﻲ ﻳﯥ ﭘﻼرﺟﺎن ﻟﻪ ﻣﻮټﺮ څﺨﻪ راښﻜﺘﻪ ﻛړ ﭼﻲ ﭘﻪ دوو ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻳﯥ ﻧﻴﻮﻟﻰ
وو ﻣﻮﻧږ ﭼﻴﻐﻲ ﻛړې.
ﭼﯥ راﻧﮋدې ﺷﻮل ﻣﻘﺘﺪﻳﺎﻧﻮ ﻳﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ډاډ راﻛﺎوه او وﻳﻞ ﻳﯥ:
_ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻼر ﺑﻴﺨﻲ ښﻪ دى ،اﻧﺪﻳښﻨﻪ ﻣﻪ ﻛﻮئ.
زه ژر ﺗﺮ دوئ ﻣﺨﻜﻲ ﺳﻮم ،وروﻧﻪ ﻣﻲ ورﺗﻪ ﺧﻼص ﻛړل ،ﭘﻼرﺟﺎن ﻳﯥ
ﺧﻮﻧﻲ ﺗﻪ دﻧﻨﻪ راوړ او ﭘﻪ ﻛټ ﺑﺎﻧﺪي ﻳﯥ څﻤﻼوه ،ﻣﻘﺘﺪﻳﺎن ﻳﯥ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ دې
ﭼﻲ ﻳﻮه ﺷﻴﺒﻪ د ﺳﺎه اﺧﻴﺴﺘﻠﻮ ﻟﭙﺎره ﻛښﯧﻨﻲ ﻳﺎ څﻪ وﺧﻮري ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﻮر
ﺗﻪ روان ﺷﻮل ،دا وﺧﺖ زه وﻳﺪه ﺳﻮى وم ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم ﭼﯥ ﭘﻼر ﺟﺎن ﺑﻪ ﻣﻲ
داﺷﭙﻪ څﻨګﻪ ﺗﯧﺮه ﻛړې وي.
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
39
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
45
ﻧﻦ ﻣﺎﺧﺴﺘﻦ ﻟﻪ ﻟﻤﺎﻧځﻪ وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﻮر ﻛښﻲ د ﭼﺎى څښﻠﻮ ﭘﺮ وﺧﺖ ﭘﻼر
ﻧﺎﻫﻴﻠﻰ ښﻜﺎرﻳﺪه ځﻜﻪ ﭼﻲ دى ﻫﻢ د ګﻼب ﻟﻪ ټﭙﻲ ﻛﯧﺪو ﺧﺒﺮ ﺳﻮى وو ،دا
وﺧﺖ ﻣﺎ د ﺧﻮرﻛۍ ﺳﺘﺮګﻮ ﺗﻪ ﻛﺘﻞ ،ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛښﻲ ﻳﯥ ﺑﯥ وﺳﻲ
ښﻜﺎرﻳﺪه ،ﭼﻮﭘﺘﻴﺎ ﻳﯥ د درد اﺣﺴﺎس راﻛﺎوه.
ﭘﻼر ﻣﻲ د ﺗﺮاوﻳﺢ ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﺗﻪ ﻧﻮر د ﺗګ ﻧﻪ وو ،او ﻧﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ وﺟﻮد ﻛﻲ
دوﻣﺮه ﻃﺎﻗﺖ ﭘﺎﺗﻲ وو ﭼﻲ ﺷﻞ رﻛﻌﺘﻪ ﺗﺮواﻳﺢ ﭘﻪ ﺟﻤﻊ ﺳﺮه ادا ﻛړي ،د
اﻣﺎﻣﺖ دﻏﻪ دروﻧﺪ ﻣﺴﺆﻟﻴﺖ ﭼﻲ ﻧﻮر زﻣﺎ د ﭘﻼر ﭘﻪ وس ﭘﻮره ﻧﻪ و ﻟﻪ
ﻣﻘﺘﺪﻳﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﯥ د ﺻﻼح او ﻣﺸﻮري وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻣﻮاﻓﻘﻪ وﻛړه ﭼﻲ
ﻫﻐﻮئ ﺑﺎﻳﺪ ﻛﻮم ﺑﻞ اﻣﺎم وﻧﻴﺴﻲ ﺗﺮڅﻮ د روژې ﭘﻪ ﺑﺨﺘﻮره ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻛﻲ د
ﺗﺮاوﻳﺢ ﻟﻤﻮﻧځ ﭘﻪ ﺟﻤﻊ ﺳﺮه ادا ﻛړي؛ زﻣﻮﻧږ د اﻛﺎ زوى ﭼﻲ ﻣﻼ ﻫﻢ دى او
ﭘﻪ ﻫﻢ دې ورځﻮ ﻛښﻲ ﻳﯥ ﻛﻮم ﭼﻴﺮﺗﻪ اﻣﺎﻣﺖ ﻧﻪ ﻛﺎوه ﺧﻮ زﻣﻮږ د ﭘﻼر ﺳﺮه د
ﻫﻤﻜﺎري ﭘﻪ ﭘﺎر ﻳﯥ د ﻧﻮﻣﻮړي ﺟﻮﻣﺎت ﻣﺴﺆﻟﻴﺖ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻏﺎړه واﺧﻴﺴﺖ .
زه ﺑﻪ ﺳﻬﺎر وﺧﺘﻲ دﻳﻨﻲ ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ ﺗﻠﻢ او ﻟﻪ ﻫﻐﻪ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﺑﻴﺎ دوﻛﺎن ﺗﻪ
راﺗﻠﻢ دا ﭼﻲ ښﻮوﻧځﻲ رﺧﺼﺖ وو ټﻮﻟﻪ ورځ ﺑﻪ ﭘﻪ دوﻛﺎن ﻛﻲ وم ،څﻪ ﭼﻲ
ﺑﻪ ﻣﻲ ﭘﻪ ﻗﺴﻤﺖ وي ﺧﺪاى را رﺳﻮﻟﯥ ،د دوﻛﺎن اﻟﻤﺎرۍ ﺧﺎﻟﻲ ،ﺧﺎﻟﻲ
ښﻜﺎرﻳﺪﻟﯥ ،څﻮ د ﺻﺎﺑﻮن او ﺷﻴﻤﭙﻮ ﭘﺎﻛټﻮﻧﻪ ،د ګﻮﺗﻮ ﭘﻪ ﺷﻤﺎر
ﺑﻴﺴﻜﻮټﻮﻧﻪ ،ﻛﺘﺎﺑﭽﯥ او ﻗﻠﻤﻮﻧﻪ ،د ﺑﻮرې او ﭼﺎﻳﻮ ﺑﻮﺟۍ ﻫﻢ دوه ﺑﺮﺧﯥ
ﺧﺎﻟﻲ وې ،ﻟﻪ دوﻛﺎﻧﻪ ﺷﻰ ﺗﻤﺎﻣﯧﺪل ،ﻛﻤﯧﺪل ،ﻣﻮﻧږ ټﻮﻟﻮ ﻛﺸﺮاﻧﻮ وروڼﻮ
اﺧﺘﺮ ﺗﻪ ﺟﺎﻣﯥ وګڼډﻟﯥ ،د ﻣﺸﺮ ورور ﻣﻲ اﺧﺘﺮ ﺗﻪ ﺟﺎﻣﯥ ﻧﻪ وې د اﺧﺘﺮ ﭘﻪ
ورځ ﻳﯥ وﻳﻨځﻞ ﺷﻮي ﺟﺎﻣﯥ اﻏﻮﺳﺘﻲ وې ،د ﺗﻴﺮو اﺧﺘﺮوﻧﻮ ﭘﻪ څﯧﺮ ﻳﯥ ﻧﻮي
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
46
ﺑﻮټﻮﻧﻪ او واﺳﻜټ ﻫﻢ ﻧﻪ وو اﺧﻴﺴﺘﻲ ،ځﻜﻪ څﻮﻣﺮه ﭘﻴﺴﯥ ﭼﻲ وې ﻫﻐﻪ
ټﻮﻟﻲ د ﭘﻼر ﭘﻪ درﻣﻠﻨﻪ وﻻړې ،دا ﻟږ او ډﯦﺮ دوﻛﺎن ښﻪ وو ،ﭼﻲ د ﻛﻮر ﺧﺮڅ
ﻳﯥ ﺗﺮ ﻳﻮې اﻧﺪازې ﭘﻮري ﻧﻴﻮﻟﻰ وو.
د اﻛﺎ زوى ﺗﻪ ﭼﻲ زﻣﻮﻧږ د ﭘﻼر د اﻣﺎﻣﺖ ﻣﺴﺆﻟﻴﺖ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻏﺎړه اﺧﻴﺴﺘﻰ
وو ،ﻣﻘﺘﺪﻳﺎﻧﻮ ده ﺗﻪ اﺧﺘﺮ ﻣﺒﺎرﻛۍ او زﻣﻮﻧږ د ﭘﻼر ﻟﭙﺎره ﻳﯥ د ﺳﺮﺳﺎﻳﯥ
روﭘۍ ورﻛړي وې ټﻮﻟﻲ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻛﯧښﻮدﻟﯥ؛ زﻣﻮﻧږ ﭘﻼر ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻫﻴڅ
ﻧﻪ وﻳﻞ ﺧﻮ ﻣﻘﺘﺪﻳﺎن ﻳﯥ ددې ﭘﻴﺴﻮ ﭘﻪ ﻃﻠﺐ ﭘﺴﻲ څﻮ واره ورﻏﻠﻞ ،او
زﻣﻮﻧږ ﺑﯥ وﺳﻲ ﻳﯥ ورﺗﻪ ﺑﻴﺎﻧﻮﻟﻪ ،ﺧﻮ ﻫﻐﻪ دﻫﻴﭽﺎ ﻋﺬر او زارۍ و ﻧﻪ ﻣﻨﻠﯥ
او دا ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﺣﻖ ګﺎڼﻪ .
ګﻼب ﻟﻮﻣړى ﭘﻪ ﻣﺮﻛﺰ ښﺮﻧﻪ او ﺑﻴﺎ د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ﻛﻮم روﻏﺘﻮن ﻛﻲ ﺑﺴﺘﺮ ﺳﻮ ،د
اﻛﺎ ځﺎﻣﻦ ﻳﯥ د روژې ﭘﻪ ورﺳﺘﻴﻮ ﻛﻲ ﻛﻮر ﺗﻪ راﻏﻠﻞ او ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ روﻏﺘﻮن
ﻛﻲ ﭘﺮﯦښﻮد ،د ګﻼب اﺧښﻰ ﭼﻲ ﺧﺒﺮ ﺳﻮ ﻟﻪ ﻫﻢ دې ځﺎﻳﻪ ﭘﻪ ﻣﻨډه ورﻏﻰ،
ډاﻛﺘﺮاﻧﻮ د ګﻼب ﻻس ﺗﻪ ﭼﻲ د ﻣﻮټﺮ اوښﺘﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ ټﭙﻲ ﺳﻮى وو،
ﻛﻮﻣﻪ ﺧﺎص ﺗﻮﺟﻪ ﻧﻪ ورﻛﻮﻟﻪ ځﻜﻪ د ﻧﻮرو ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ څﯧﺮ ﻳﯥ واﺳﻄﯥ او
ﭘﻴﺴﯥ ﻧﻪ درﻟﻮدې ﭼﻲ د ډاﻛﺘﺮاﻧﻮ ﺿﻤﻴﺮ ﻳﯥ اﺧﻴﺴﺘﻰ واى ،ﺑﻶاﺧﺮه ﻳﯥ
ځﻮاب ورﻛړ او ﻟﻪ روﻏﺘﻮﻧﻪ ﻳﯥ رﺧﺼﺖ ﻛړ ،اﺧښﻲ ﻳﯥ ﭘﻪ ﭘﯧښﻮر ﻛﻲ د
ګﻼب ﻟﻪ ﻣﺎﻣﺎګﺎﻧﻮ ﺳﺮه اړﻳﻜﻪ وﻧﻴﻮه او ﻧﻮﻣﻮړى ﻳﯥ د ﭘﯧښﻮر ﺗﺮ روﻏﺘﻮن
ﭘﻮري ورﺳﺎوه؛ ﻳﻮه ﻣﻴﺎﺷﺖ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ او ﺑﻴﺎ څﻠﺮوﻳﺸﺖ ﺳﺎﻋﺘﻪ وروﺳﺘﻪ ﻛﻠﻪ
ﭼﻲ ﻳﯥ د ګﻼب ﻻس ﻣﻌﺎﻳﻨﻪ ﻛړ د ﺟﻮړﯦﺪو ﻧﻪ وو ،ځﻜﻪ ﭼﻲ د ډﯦﺮ ځﻨډ ﻟﻪ
ﺗﯧﺮدو ﺳﺮه ﻳﯥ د ﻫډوﻛﻲ ﻛﻴﻨﺴﺮ ﭘﻴﺪا ﻛړى او ﻟﻪ څﻨګﻞ ﻳﯥ ﻣټﻲ ﺗﻪ
رﺳﯧﺪﻟﻰ.
ډاﻛﺘﺮاﻧﻮ ﻛﻮﻣﻪ ﺑﻠﻪ ﻻره ﻧﻪ ﻟﺮﻟﻪ او ﻫﻢ دا ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﻳﯥ ﻛړه:
ﺑﺎﻳﺪ ﻻس ﻳﻲ ﻏﻮڅ ﺷﻲ ،ﻛﻪ ﻻس ﻳﯥ ﻏﻮڅ ﻧﺸﻲ ﻣﻴﻜﺮوب ﺑﻪ ﻳﯥ ټﻮل وﺟﻮد
وﻧﻴﺴﻲ ،ﭼﻲ ﺑﻴﺎ ﻳﯥ د ښﻪ ﻛﯧﺪو ﻫﻴڅ ﺗﻤﻪ ﻧﺸﻲ ﻛﻴﺪاى.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
47
ﺑﻶﺧﺮه ﻫﻤﺪاﺳﻲ وﺷﻮل ﭘﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻣﺎﺧﺴﺘﻦ ﻳﯥ د ﺑﯥ ﻫﻮښۍ څﻮ ﺳﺘﻨﻲ
ورﻛړې او د ګﻼب ﻻس ﻳﯥ ﻏﻮڅ ﻛړ .
د ګﻼب ﻻس ﭘﺮې ﻛﯧﺪل او د دې درد زﻏﻤﻞ زﻣﺎ د ﭘﻼر ﺗﺮ وﺳﻪ ﺗﯧﺮه ﺧﺒﺮه
وه ،ﻣګﺮ دا ﭼﻲ ﺻﺒﺮ او ﺣﻮﺻﻠﻪ ﻳﯥ ﻟﺮﻟﻪ ،دا درد ﻳﯥ د ﺧﺪاى ج ﻟﻪ ﻟﻮري ﭘﻪ
ژوﻧﺪ ﻛښﻲ ﻳﻮه ډﯦﺮه ﺳﺨﺘﻪ ازﻣﻮﻳﻨﻪ ﺑﻠﻠﻪ ،ﻣﺎ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﭘﻼر څﺨﻪ اورﯦﺪﻟﻲ وو
ﭼﻲ ﺧﻠﻜﻮ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ وﻳﻞ:
زﻣﺎ دواړه ﻟﻮڼﻲ ﭼﯥ ﻳﻮه ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ ﻧﺎﺳﻜﻪ ﺧﻮر وه ،،ﺧﻮاري ﺳﻮې ﻛﻪ
څﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ اوﺳﻨۍ ﻟﻮر ﻣﻲ ﺧﺎوﻧﺪ ﻟﺮي او ﻻ ژوﻧﺪى دى ﺧﻮ د ټﻮﻟﻮ ﻋﻤﺮ ﺑﻪ
ﻣﺤﺘﺎﺟﻪ وي .
زﻣﻮﻧږ د ﭘﻼر ﭘﺨﻮاﻧۍ ﻣﻴﺮﻣﻨﻪ ﭼﻲ زﻣﺎ ﻧﻪ ﭘﻪ ﻳﺎد ﻛﻴږي او ﻳﻮازي ﻫﻤﺪا ﻟﻮر
ﻳﯥ ده ﭼﻲ د ځﻮاﻧﻴﻤﺮګ ﻣﺎﻣﺎ ښځﻪ وه ﭘﯧﮋﻧﻢ او ﻟﻴﺪﻟﯥ ﻣﻲ ده .
ﻳﻮ ﻣﺎځﻴګﺮ ﭼﻲ ﻟﻪ دوﻛﺎﻧﻪ ﻛﻮرﺗﻪ ﺗﻠﻢ ﺗﺮ ﭘﺮون ﻣﻲ ګﺎﻣﻮﻧﻪ ګړﻧﺪي وو ﭘﻪ
ځﺎن ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴﺪم ﺧﻮ ﻟﻜﻪ ﭼﻲ څﻪ ﺗﻪ ﻣﻲ اﻧﺪﻳښﻨﻪ وي ﻛﻮرﺗﻪ ﭘﻪ رﺳﯧﺪو ﻣﻲ
څﭙﻠۍ ﻟﻪ ﭘښﻮ وﻳﺴﺘﯥ ﻣﻮر ﻣﻲ ﭘﻪ وره ﻛﻲ وﻻړه وه څﺮاغ او ﺑﺨﺎر دﻳګ ﻳﯥ
ﻻس ﻛښﻲ ﻧﻴﻮﻟﻰ اﻟﻮﻳﺰاﻧﺪه ووﻳﻞ:
_ ﭘﻼر دي وﻳﻞ ﻧﻦ ﺷﭙﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﺪﻳﺮه ﻛﻲ ﺗﯧﺮه وو.
ﺳﺘﺮګﻮ ﺗﻪ ﻣﻲ ﻣړي ﻧﯧﻎ ،ﻧﯧﻎ ﻛﯧﺪل ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ دې ﺧﭙﻞ ﺳﻮچ ﻛﻲ ﻣړ ﺷﻮم
ﭘﻪ ﻗﺒﺮ ﻛﻲ ﺑﻪ ﻣﺎران را ﺑﺎﻧﺪي را ﻏﻮﻧډ وو،ځﻜﻪ ﻫﺮ د ﺟﻤﻌﯥ ﻣﺎښﺎم ﻟﻪ
ﻟﻤﺎﻧځﻪ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ دﺟﻮﻣﺎت ﻣﻼ اﻣﺎم د ﻗﺒﺮ اوﻟﻪ ﺷﭙﻪ ﺑﻴﺎﻧﻮﻟﻪ ،زﻣﺎ ﭘﻪ ذﻫﻦ
ﻛﻲ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﺻﺤﻨﯥ ګﺮځﯧﺪﻟﯥ ،ﺗﺶ ﻫډوﻛﻰ ﺑﻪ ﭘﺎﺗﻲ ﺳﻮم ،ﺑﻴﺎ ﻣﻲ ﭘﺮ زړه
ﭘښﯥ ﻛﯧښﻮدې او ادې ﺗﻪ ﻣﻲ ووﻳﻞ:
_ ﻛﻮﻣﯥ ﻫﺪﻳﺮې ﺗﻪ؟
_ ﺣﺎځﻲ ﺑﺎﺑﺎ ﺗﻪ ځﻮ ښﻪ دي ﻟﻴﺪﻟﻰ! ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﭘﻼر دي وﻳﻞ زﻣﻮﻧږ ﻧﻴﻜﻪ دى،
ﻣﻮږ او ﺗﺎﺳﻲ ﻳﯥ د ﻛﺮاﻣﺎت اورﻳﺪﻟﻲ.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
48
ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﺷﭙﻪ زﻣﻮﻧږ ﻛﻮرﻧۍ ﻫﻠﺘﻪ د ﻫﻢ دې زﻳﺎرت ﭘﻪ داﻻن ﻛﻲ ﺗﯧﺮه ﻛړه د
ﺑﺎﺑﺎ ﭘﻪ ﻣﺦ ﻛﻲ ﻣﻮ رب ﺗﻌﻠْﻰ ج ﻟﻪ درﺑﺎر څﺨﻪ دﻋﺎ ﻏﻮښﺘﻪ ﺗﺮ څﻮ ﻣﻲ ﭘﻼر د
روغ ﺻﺤﺖ څښﺘﻦ ﺷﻲﻣﻮﻧږ ﻫﻐﻪ ﺷﭙﻪ ﻧﻪ ﻫﻢ ﺷﻤﻌﻲ روښﺎﻧﻪ ﻛړې او ﻧﻪ ﻣﻮ
ﻛﻮم ﻣﻴﺦ د زﻳﺎرت ﭘﻪ ﻟﺮګﻮ وﻫﻠﻰ ﭘﻼر ﻣﻲ وﻳﻞ دا ﻛﺎر ﻧﺎروا او ښﻪ ﻧﻪ دى ﻟﻪ
دې ﻛﺎره ﭘﺮﻫﻴﺰ وﻛړئ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻫﻠﺘﻪ ډﯦﺮي ﺷﻤﻌﻲ د روښﺎﻧﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره
اﻳښﻮدل ﺳﻮي وې ،،ﭘﻪ ژوﻧﺪ دﻫﺪﻳﺮې ﺷﭙﻪ درﻧﻪ وي ﻣﺎ ﻫﻴڅ ډار اﺣﺴﺎس
ﻧﻪ ﻛړ ﭘﻪ ﺑﯥ ﻏﻤﻪ ﺧﻮب وﻳﺪه ﺷﻮى وم ،ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﺷﭙﻪ ﻣﻲ ﻳﻮ ﺳړى ﭘﻪ ﺧﻮب
وﻟﻴﺪ ﭼﻲ د ﻫﺪﻳﺮې ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛﻲ ﭘﺮ ﻣﺼﻠﻪ وﻻړ دى ﻟﻤﻮﻧځ ﻛﻮي ،ﺳﻬﺎر ﭼﻲ
ﻛﻮرﺗﻪ راﻏﻠﻮ ﭘﻼر ﺗﻪ ﻣﻲ د ﺧﻮب ﻧښﻲ وښﻮدې ﻫﻐﻪ ووې ﭼﯥ دا ﺑﻪ دي
ﺣﺘﻤﺎً ﺣﺎځﻲ ﺑﺎﺑﺎ ﭘﻪ ﺧﻮب ﻟﻴﺪﻟﻰ وي ګﻮﻧﺪي ﺧﺪاى ج ﻣﻲ روغ ﻛړي ،ښﻪ
وو څﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﻲ ،ﺷﭙﯥ او ورځﻲ ﻳﯥ ﺗﺮ ﭘﺨﻮا ﺻﺤﺖ ښﻪ ﺳﻮ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﭼﻲ
ﻣﺮي د ګﻮر ﺷﭙﻪ ﭘﻪ ﻛﻮر ﻧﻪ ﺗﯧﺮوي.
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
49
د ﻣﺎﻣﺎ ﺗﺮ ﻣړﻳﻨﻲ وروﺳﺘﻪ زﻣﻮﻧږ ﭘﻼر ﻫﻢ د ﻳﻮ ډول اﻧﺪﻳښﻨﯥ ښﻜﺎر ﺳﻮ ،ﻟﻪ
ﻣﺎﻣﺎ ﺳﺮه ﻣﻮ د ﭘﻼر ﻧﺎﺳﺘﻪ وﻻړه د ﻳﻮې ښﯥ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﭘﻪ ﺑﻨﻴﺎد وه ،ﭘﻪ
ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻛﻲ دوئ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ډﯦﺮ ګﺮان وو؛ ﺗﻞ ﺑﻪ ﻳﯥ رازوﻧﻪ ﺳﺮه ﺷﺮﻳﻜﻮل ،د
ﻳﻮ ﺑﻞ ﻟﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ،ﺳﺮه ﺑﻪ ﻳﯥ د ﻫﻴﻮاد او ﺧﻠﻜﻮ د ﺳﺘﻮﻧﺰو ﭘﻪ اړه ﻫﻢ
ﺧﺒﺮي ﻛﻮﻟﯥ ،د ﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﺗګ وروﺳﺘﻪ ﻣﻮ د ﭘﻼر ﻧﺎروﻏﻲ ورځ ﺗﺮ ﺑﻠﻲ ﻻ
ﭘﺴﯥ زﻳﺎﺗﻴﺪﻟﻪ ،ﺟﺴﻤﻲ او ذﻫﻨﻲ ﻗﻮت ﻳﯥ ﺑﺎﻳﻠﻠﻰ وو ،ﻳﻮه ورځ ﭼﻲ ادې د
ﻟږ ځﻨډ ﻟﭙﺎره زﻣﻮﻧږ د اﻧﺎ ﺗﺮ ﻛﻮره ﺗﻠﻠﯥ وه ،او ﻣﻮﻧږ ﻫﻢ ﭘﺨﭙﻠﻮ ﻛﺎروﻧﻮ ﭘﺴﯥ
ﺑﺎزار او ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ وﺗﻠﻲ وو ﻫﻴڅﻮك ﭘﻪ ﻛﻮر ﻧﻪ وو ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻣﺎښﺎم ﻛﻮر
ﺗﻪ راﻏﻠﻢ دا وﺧﺖ ادې ﻫﻢ ﭘﻪ ډﯦﺮه ﺗﻠﻮار ﺳﺮه ﻛﻮر ﺗﻪ راﻏﻠﻪ ﺗﺮ څﻮ د ﺧﭙﻞ
ﺧﺎوﻧﺪ )زﻣﻮﻧږ د ﭘﻼر( اﺣﻮال واﺧﻠﻲ ،ﻛﻪ ګﻮرم ﭘﻼر ﻣﻲ ژړل او ﭘﻪ ژړا
ﻛښﯥ ﻫﻢ دا ﻟﻨډۍ ﺗﻜﺮاروﻟﻪ ...
ﭘﻪ اوداﺳﻪ ﻟﻤﻮﻧځ ﻣﻲ ﻗﻀﺎء ﻛړ
ﻧﻮى ﻣﻴﻦ وم ﭘﻪ دﻳﺪن ﻧﻪ ﻣړﻳﺪﻣﻪ
ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم وﻟﻲ ﻳﯥ د ﻣﺎځﻴګﺮ ﻟﻤﻮﻧځ ﻗﻀﺎء ﻛړى وو ،ﻳﻮازي دوﻣﺮه ﭘﻮه ﺳﻮم
ﭼﯥ ادې ﺗﻪ ﻳﯥ وﻳﻞ د ﻣﺎځﻴګﺮ ﻟﻤﻮﻧځ ﻣﻲ ﭘﻪ اوداﺳﻪ راڅﺨﻪ ﻗﻀﺎء ﺳﻮ.
زﻣﺎ ﺗﺒﻪ وه ﻛﻮر ﺗﻪ ﻟﻪ رارﺳﯧﺪو ﺳﺮه ﺳﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎى ﻛښﻲ وﻏځﻴﺪم ،ﺑﺪن
ﻣﻲ ﻟړزﻳﺪه ،ﻳﺦ ،ﻳﺦ ﻣﻲ ﻛﯧﺪه ،ﺳړې ﺗﺒﻲ ﻧﻴﻮﻟﻰ وم ،ادې راﺗﻪ ګﻮﻟۍ
راﻛړې ﭘﻪ ﻛﻤﭙﻞ ﻛښﯥ ﭘټ ﻛړم ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻟږ ځﻨډ ﻛﻲ آرام وﻳﺪه ﺳﻮى وم ،ﻛﻠﻪ
ﭼﻲ راوﻳښ ﺳﻮم ﺷﭙﻪ ﻧﻴﻤﻲ ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﯥ وه ،ﻣﺎ وﻟﻴﺪل ﭘﻪ ﺧﻮﻧﻪ ﻛﻲ ﻻ ﻫﻢ
څﺮاغ ﺑﻠﻴﺪه ،ﻛﺸﺮ ﻣﺎﻣﺎﻫﻢ راﻏﻠﻰ ،ادې ،ﺧﻮر او ﻣﺸﺮ ورور ﻣﻲ ﭼﻲ ﻗﺮان
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
50
ﻛﺮﻳﻢ ﻳﯥ ﻣﺨﻲ ﺗﻪ ﻧﻴﻮﻟﻰ وو ،د ﭘﻼر ﻛټ ﺗﻪ ﻧﮋدې ﻧﺎﺳﺖ دي ،زه ﻫﻢ را ﭘﻮرﺗﻪ
ﺳﻮم او د ﭘﻼر ﻛټ ﺗﻪ ورﻏﻠﻢ دا وﺧﺖ ﻣﻲ ﭘﻼر زﻣﺎ ﻻس ﭘﺨﭙﻞ ﻻس ﻛښﻲ
وﻧﻴﻮ او راﺗﻪ ووﻳﻞ ﻳﯥ :
_ زوى اوس دي ﻫﻢ ﺗﺒﻪ ده ،وﻳﺪه ﺳﻪ زه ښﻪ ﻳﻢ.
زﻣﺎ ﻻس ﻳﯥ ﭘﺮﯦښﻮد او د ادې ﻻس ﻳﯥ وﻧﻴﻮ ،ﺑﻞ ﻻس ﻳﯥ ﻏﻮږ ﺗﻪ ﻳﻮوړ،
ورو ﻏﻮﻧﺪي ﻳﯥ ووﻳﻞ:
_ ﻟﻤﻮﻧځ ﻛړم !
ادې ژر ﭘﻪ ﻛټ ﺑﺮﺳﯧﺮه د ﭘﻼر ﻣﺨﻲ ﺗﻪ ﻳﻮ ﺑﺎﻟښﺖ ﻛﯧښﻮد ،ﭘﻪ ﺑﺎﻟښﺖ ﺑﺎﻧﺪي
ﻳﯥ ﻣﺼﻠﻪ ور ﻫﻮاره ﻛړه ،ﺗﺮ څﻮ ﭘﻪ اﺷﺎره ﻟﻤﻮﻧځ ادا ﻛړي ،ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻫﻐﻪ
دواړه ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻏﻮږوﻧﻮ ﺗﻪ ورﺳﻮل ﻳﻮه ﺷﻴﺒﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ داﺳﻲ ﻧﻴﻮﻟﻲ وو ،ﭼﻲ
ﻣﺎﻣﺎ ﻣﻮ ږ غ ﻛړ:
_ ﭘښﯥ او ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻳﯥ درﺳﻢ ﻛړئ.
ﭘﻼر ﻣﻲ ﭘﻪ ﻫﻢ دې ډول د ﺧﭙﻞ ﺧﺎﻟﻖ ﭘﻮر ور ادا ﻛړ ،روح ﻳﯥ ور وﺳﭙﺎرﻟﻪ.
ﻣﻮﻧږ ټﻮﻟﻮ د اﺳﻼم دوﻫﻤﻪ ﻛﻠﻤﻪ ﺷﻬﺎدت ﭘﻪ زوره ،زوره وﻳﻠﻪ:
اَﺷﻬـَﺪُ اَنَ ﻻ اﻟـﻪَ اﻻ اﷲُ وَﺣـﺪَهُ ﻻﺷَـﺮِﻳﻚَ ﻟَـﻪُ وَاَﺷﻬـَﺪُ اَنَ ﻣُـﺤَـﻤَّﺪاًﻋَـﺒﺪُه
و َرَﺳـُﻮﻟـُﻪ ،،ﺧﻮ ادې ژړل ،زﻣﻮږ ﻣﺸﺮ ورور ﻳﯥ ﻟﻮﻣړى ﻣﻮﻟﻮي ﺻﺎﺣﺐ ﺗﻪ
ﭼﻲ زﻣﻮږ ګﺎوﻧډى دى ،ورﭘﺴﯥ ﻳﯥ ﻏﺎﻏﺎ ) زﻣﻮږ د ادې ﺗﺮه ﻛﻴږي( او
ﺟﻮﻣﺎت ﺗﻪ د ﻛټ او ﻏﺴﻞ ﺗﺨﺘﯥ ﻟﭙﺎره وﻟﻴږه ،ﻛﻠﻪ ﭼﻲ د ﻏﺴﻞ ،ﻛﻔﻦ اﻧﺘﻈﺎم
وﺳﻮ ،او زﻣﺎ ﭘﻼر ﻳﯥ د ﻏﺴﻞ ﻟﭙﺎره د ﺑﺎﻧﺪي را وﻳﺴﺖ ،ﻧﺮﻣﻪ ،ﻧﺮﻣﻪ ﭘﺮﺧﻪ
اورﻳﺪه او دا د ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻛﺎل د ژﻣﻲ ﻟﻮﻣړﻧۍ واوره وه ﭼﻲ را وورﻳﺪه ،زﻣﺎ
اوس ﻫﻢ ﺗﺒﻪ وه او ﺗﺮ ډﯦﺮه ﭘﺨﭙﻠﻮ ﭘښﻮ د درﻳﺪﻟﻮ ﺗﻮان ﻣﻲ ﻧﻪ درﻟﻮد ﺧﻮﻧﻲ ﺗﻪ
راﻏﻠﻢ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﻲ د ﭘﻼر ﺧﺎﻟﻲ ﻛټ او د ادې ژړا وﻟﻴﺪه ،ﺣﻮﺻﻠﻪ ﻣﻲ
وﺑﺎﻳﻠﻠﻪ ،د ادې ﻏﯧږي ﺗﻪ ور وﻟﻮﻳﺪم ،ﻣﺎ او ادې ﺗﺮ ﺳﻬﺎره ﭘﻮري وژړل،
اوس ﻣﻲ ﻫﻢ ﻳﺎد ﺗﻪ ﻧﻪ راځﻲ ﭼﻲ ﺧﻮرﻛۍ ﺑﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ وه ،ﭘﻪ څﻪ اﺧﺘﻪ وه او
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
51
ﭼﻴﺮﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ژړل ﻫﻴڅﻮك ﻣﻲ ﻧﻪ ﭘﻪ ﻳﺎد ﻛﻴږي ،ﺧﻮ ﺗﺮ ﻟﻤﺮ ﺧﺎﺗﻪ ﭘﻮري زﻣﻮﻧږ
ټﻮﻟﻪ ﺧﻮﻧﻪ د ﺧﭙﻠﻮ او ﭘﺮدو ښځﻮ وﻧﻴﻮه ،ﭼﻴﻐﻲ او ﻧﺎرې وې.
د ﺟﻨﺎزې ﺗﺮ ادا ﻛﻮﻟﻮ وروﺳﺘﻪ د اﺳﻘﺎت ﭘﻴﺴﯥ ﭼﻲ څﻪ ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ او څﻮ ﻳﯥ
د ﺧﭙﻠﻮ او ﭘﺮدو ﻟﺨﻮا را ټﻮﻟﻲ ﺳﻮي وې ،ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ راوﺳﭙﺎرﻟﯥ ،او ﻫﻢ
دا ﻳﯥ وﻳﻞ ﭼﻲ ﻳﺘﻤﻴﺎن دي ،اړﺗﻴﺎ ورﺗﻪ ﻟﺮي.
زﻣﺎ ﭘﻪ دوه ﻟﺲ ﻛﻠﻨۍ ﻛښﻲ ﭘﻼر وﻓﺎت ﺳﻮ ،او ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ ﻟﻪ ﺳﻴﻮري ﺑﯥ
ﺑﺮﺧﻲ ﺷﻮل ﻣﺸﺮ ورور ﻣﻲ ﺗﺮﻣﺎ دوه ﻛﺎﻟﻪ ﻣﺸﺮ دى ،ﻣﻮﻧږ دواړه ﻻ ﺗﺮ اوﺳﻪ
ﭘﻪ ﻋﻘﻞ ﺧﺎم وو ،ﭼﯥ د ﺑﯥ ﭘﻼره ژوﻧﺪ دروﻧﺪ ﭘﻴټﻲ ﺗﻪ ﻣﻮ اوږه ورﻛړه ؛
څﻮﻣﺮه ﭼﻲ ﺷﭙﯥ او ورځﻲ ﺗﯧﺮﻳﺪﻟﯥ ﻫﻤﺪوﻣﺮه د ﭘﻼر د ﻧﺸﺘﻮن اﺣﺴﺎس
راﺳﺮه ﭘﻴﺪا ﻛﯧﺪه ،د ﻫﻐﻪ د ﻧﺎﺳﺘﻲ ځﺎى ﭼﻴﺮﺗﻪ ﭼﻲ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ ﻧﺎﺳﺖ وو ،ﺗﺮ
ﺳﺘﺮګﻮ ،ﺳﺘﺮګﻮ ﺑﻪ ﻣﻲ ﻛﯧﺪه او د ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮي ﺑﻪ ﻣﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﻲ راګﺮځﯧﺪې،
ﻛﻠﻪ ،ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﭘﻪ دې ﺑﻪ ﭘﻮه ﺳﻮم څﻮك ﻧﺴﺘﻪ او ﻳﻮازي ﻳﻢ ښﻪ ډﯦﺮ ﺑﻪ ﻣﻲ
وژړل .
د ﭘﻼر ﺗﺮ ﻣړﻳﻨﻲ څﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﻲ وروﺳﺘﻪ ﭘﻪ دوﻛﺎن ﻛﻲ ﺷﺘﻪ ﺳﺎﻣﺎن ورو ،ورو
ﭘﻪ ﺗﻤﺎﻣﻴﺪو ﺳﻮ ،او ﺑﻼاﺧﺮه ﻳﻮه ورځ داﺳﻲ ﻫﻢ راﻏﻠﻪ ﭼﻲ د دوﻛﺎن ﻫﻐﻪ
ﺷﻴﺎن ﭼﻲ ﻣﻮږ ورﺗﻪ اړﺗﻴﺎ ﻟﺮﻟﻪ ﻛﻮر ﺗﻪ راوړل،دوﻛﺎن ﻣﻮ د ﻳﻮ ﻛﺎل د ﻣﻮدې
ﻟﭙﺎره ﭘﻪ ﻛﺮاﻳﻪ ورﻛړ ،د ﺧﻮر واده ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﻢ دﻏﻮ ﺷﭙﻮ ورځﻮ ﻛﻲ ﭼﻤﺘﻮ ﺳﻮ
او ﭘﻪ ﭘټﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﺗﯧﺮ ﺳﻮ ،ﻫﻴڅ ﭼﺎ د ﻧﻮرو وادوﻧﻮ ﭘﻪ څﯧﺮ اﺗڼ او ﺳﻨﺪري ﻧﻪ
ووﻳﻠﯥ ،د ﻣﺎﻣﺎ ﺷﻬﺎدت ،د اﺧښﻲ ټﭙﻲ ﻛﯧﺪل او ورﭘﺴﯥ زﻣﻮږ د ﭘﻼر
ﻣړﻳﻨﻲ ټﻮﻟﻪ ﻛﻮرﻧۍ او ﺧﭙﻠﻮان ځﻮروﻟﻲ وو.
د ژﻣﻲ ﻟﻪ راﻧﮋدې ﻛﯧﺪو ﺳﺮه ﺳﻢ د ﻫﻐﯥ ﻣﺪرﺳﯥ ﭘﺮځﺎى ﭼﻲ ﻟﻴﺮي وه،
ﻳﻮې ﺑﻞ ﻧﮋدې دﻳﻨﻲ ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ ورﻏﻠﻢ ،او درﺳﻮﻧﻪ ﻣﻲ ﭘﻴﻞ ﻛړل دا ﭼﻲ د
ژﻣﻲ ﺗﻮﻧﺪ ﻳﺦ وو ،داﺳﻲ ﻳﺦ ﭼﻲ د ﺑﺪن ﭘﻪ ﭘﻮﺳﺘﻮﻛﻲ ﺑﻪ ﻟﻜﻪ د ﺳﺘﻨﻲ ﻧﻨﻮت،
د ادې ﭘﻪ ﺧﻮښﻪ ﺑﻪ د ﺷﭙﯥ ﻣﻬﺎل ﻫﻢ ﭘﻪ ﻣﺪرﺳﻪ ﻛښﻲ ﭘﺎﺗﻲ ﻛﯧﺪم.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
52
ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﻣﺪرﺳﻪ ﻛښﻲ څﻮ ﻳﯥ زﻣﺎ ﻫﻤﺰوﻟﻲ او ﻧﻮر ټﻮل ﺗﺮﻣﺎ ﻛﺸﺮان
اوﺳﻴﺪل ،د ﻣﺪرﺳﯥ د زده ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﻳﻮ ډول ﻣﻴﻨﻪ او ګﺮاﻧښﺖ وو ،د
ﻳﻮ ﺑﻞ ﭘﻪ درد ﺑﻪ دردﻳﺪل او د ډﯦﺮو ،ډﯦﺮو ﺧﺒﺮو د زﻏﻤﻠﻮ ﺣﻮﺻﻠﻪ ﻳﯥ ﻟﺮﻟﻪ،
ﭘﻪ ﺗﯧﺮه ﺑﻴﺎ زه د ﻫﻐﻪ ړاﻧﺪه ﭼڼﻲ ﺣﻮﺻﻠﯥ ﺗﻪ ﺣﻴﺮان وم ﭼﯥ د څﻮﻣﺮه ډﯦﺮو
ﭼڼﻴﺎﻧﻮ ﺧﺒﺮي او ﻇﻠﻢ ﻳﯥ ﭘﻪ ځﺎن ﺗﻴﺮاوه ،ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم د ده څﻪ ﻣﺠﺒﻮري وه ﭼﻲ
دوﻣﺮه وﻫﻞ او ټﻜﻮل ﻳﯥ ﺧﻮړل ،ښﺎﻳﻲ ځﻜﻪ ﻳﯥ زﻏﻤﻞ ﭼﻲ د دوئ ﭘﻪ
وړاﻧﺪي ځﺎن ورﺗﻪ ﻛﻤﺰورى ښﻜﺎرﻳﺪه .
ړاﻧﺪه ﭼڼﻲ ﭼﻲ ﻏﻮښﺘﻞ ﻳﯥ د ﻗﺮاﻧﻜﺮﻳﻢ ﺣﺎﻓﻆ ﺷﻲ ،ډﯦﺮه ښﻪ ږ غ ﻳﯥ درﻟﻮد
او د ﻗﺮاﻧﻜﺮﻳﻢ ﺗﻼوت ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ ځﺎﻧګړي اﻧﺪاز ﺳﺮه ﻛﺎوه ،زه ﺑﻪ اﻛﺜﺮ ﭘﻪ
ﻳﻮه ﻧﻪ ﺑﻠﻪ ﭘﻠﻤﻪ ورﺗﻪ ﻛښﻴﻨﺎﺳﺘﻢ او د ده ﺗﻼوت ﺗﻪ ﺑﻪ ﻣﻲ ﻏﻮږ ﻧﻴﻮه ،ﻣﺎ
ﻗﺮاﻧﻜﺮﻳﻢ ﺗﺮدې وړاﻧﺪي ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﭘﻼر څﺨﻪ زده ﻛړى وو ،وﺧﺖ ﻧﺎ وﺧﺘﻪ ﺑﻪ
ﻣﻲ د ﻧﻮﻣﻮړي ړاﻧﺪه ﻏﻠﻄﻲ ﻫﻢ ور ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮﻟﻪ ،ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﺧﺎﻃﺮ ﻳﯥ زﻣﺎ
ﺧﺎﻃﺮ ﻛﺎوه ،ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﺗﻪ ﻗﺮات ﺗﻜﺮاروﻟﻮ ،ﺗﺮ ﺳﺎم ﺑﻪ
ﻻﻧﺪي ﺳﻮ او ﭘﻪ ﻫﺮ دوﻫﻢ آﻳﺎت ﻛښﻲ ﺑﻪ درﻳﺪه ،د ﺳﺎم ﻋﻠﺖ ﻳﯥ ﻫﻢ دا و ﭼﻲ
ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﺑﻪ ددې ﭘﺮځﺎى ﭼﻲ ﻏﻠﻄﻲ ﻳﯥ ور اﺻﻼح ﻛړي ،واﻫﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ
او دوﻣﺮه ﺑﻪ ﻳﯥ وواﻫﻪ ﭼﻲ د ده ﻟﻪ ﭼﻴﻐﻮ ﺑﻪ ټﻮل ﭼڼﻴﺎڼ ﭘﻪ ﺗﻜﻠﻴﻒ ﺷﻮل او ﻟﻪ
ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ څﺨﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ډار ﭘﻴﺪا ﻛﺎوه ،د ډار ﻟﻪ وﺟﻲ ﺑﻪ ټﻮل ﭼڼﻴﺎن
ﻏﻠﻄﻴﺪل او وﻫﻞ ،ټﻜﻮل ﺑﻪ ﻳﯥ ﺧﻮړل ،زه د ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﻟﻪ دې ﺣﺮﻛﺖ ډﯦﺮ
ﻧﺎ ﺧﻮښ وم ﺧﻮ د ده ﭘﻪ وړاﻧﺪي ﻣﻲ د څﻪ وﻳﻠﻮ ﺟﺮﺋﺖ ﻧﻪ ﺷﻮى ﻛﻮﻻى .
دا ښﻪ وه ﭼﻲ ﻣﺎ ﻟﻪ ﻣﻮﻟﻮي ﺻﺎﺣﺐ څﺨﻪ د ﻋﻘﺎﻳﺪو ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﻟﻮﺳﺘﻞ ،ﻗﺎري
ﺻﺎﺣﺐ ﺗﻪ ﻣﻲ ﻛﻮﻣﻪ اړﺗﻴﺎ ﻧﻪ ﻟﺮﻟﻪ ،ﻗﺮان ﻛﺮﻳﻢ ﻣﻲ ﻟﻪ ﻣﺨﻲ ښﻪ زده وو ،ﻟﻪ ﻣﺎ
ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻮر ټﻮل ﭼڼﻴﺎن ﺑﻪ ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﺗﻪ د ﻗﺮاﻧﻜﺮﻳﻢ زده ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره
ﻛښﻴﻨﺎﺳﺘﻞ او ﻟﻪ ﻳﻮ ټﻜﻲ ﻏﻠﻂ وﻳﻠﻮ ﺳﺮه ﺑﻪ ﻳﯥ ښﻪ ﺧﻮﻧﺪور وﻫﻞ ،ټﻜﻮل
ﺧﻮړل.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
53
د ﻣﺪرﺳﯥ ﺧﻮاړه ﻟﻮﺑﻴﺎ ،ﻣۍ او دال ،،وو ﻛﻠﻪ ﻧﺎ ﻛﻠﻪ ﻛﻪ ﻛﻮم څﻮك ﺑﻪ
ﻣﻬﺮﺑﺎن ﺳﻮ ﻏﻮښﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ راوړه ﻳﺎ ﭼﻴﺮﺗﻪ ﺑﻪ ﭼﺎ ﺧﻴﺮات ﻛړى وو ،وﭼﻪ ﻣړۍ
ﺑﻪ ﻣﻮ ﻟﻪ ﻛﻮروﻧﻮ راټﻮﻟﻮﻟﻪ او ﻫﺮ ﭼڼﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺣﺴﺎب څﻮ ﻛﻮروﻧﻪ
ورﻛړي وو ،ﻛﻪ ﺑﻪ ﻛﻮم ﭼﺎ ﺗﺮ ﺣﺴﺎب ﻛﻤﻪ ﻣړۍ راوړه وﻫﻞ ،ټﻜﻮل او د
ﻣړۍ ﻧﻪ ﺧﻮړوﻟﻮ ﺳﺰا ﻳﯥ ورﺗﻪ ټﺎﻛﻠﯥ وه.
ﻳﻮه ورځ ﭼﻲ د ﻛﻮم ﭼڼﻲ ﻣﻠګﺮي ﺳﺮه د وﭼﻲ ﻣړۍ راټﻮﻟﻮﻟﻮ ﺗﻪ ووﺗﻢ ،زﻣﺎ
ﻣﻠګﺮى ﭼڼﻰ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻧﻴﻤﻜښﻪ دروازه ﻛﯥ ودرﻳﺪ او د وﻇﻴﻔﻪ راوړئ ! ،،
ﻧﺎرې ﺑﻪ ﻳﯥ ور وﻫﻠﯥ ،څﻮ ﻛﻮروﻧﻮ ﺗﻪ ﺗﺮ ورﺗګ وروﺳﺘﻪ زه ﻫﻢ راﺿﻲ ﺳﻮم
ﭼﻲ ﻛﻮم ﻛﻮر ﺗﻪ ﻳﻮ ږغ ور وﻛړم؛ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﺎ د ﻳﻮ ﻛﻮر ﭘﻪ دروازه ﻛښﻲ د
وﻇﻴﻔﻪ راوړئ ! ،،ﻧﺎره ﻛړه ،ﺳﭙﻲ وﻏﭙﻞ ﻣﺎ ژر دروازه ور ﭘﻮري ﻛړه،
ﻣﻠګﺮي راﭘﺴﻲ وﺧﻨﺪل ،ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﻣﻲ ﺟﺮﺋﺖ وﻛړ دروازه ﻣﻲ ﻧﻴﻤﻜښﻪ ﻛړه
او ور ږ غ ﻣﻲ ﻛړ ،ﻛﻪ ګﻮرم ﻳﻮه وړه ﻧﺠﻠۍ ﭼﻲ ﺗﻮده ﻣړۍ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻻس ﻛښﻲ
وه راﻏﻠﻪ ،دروازې ﺗﻪ ﭘﻪ راﻧﮋدې ﻛﯧﺪﻟﻮ ﺳﺮه ﻳﯥ را ﺧﻄﺎ ﻛړه او ﻣﻨډه ﻳﯥ
واﺧﻴﺴﺘﻪ ،ﻣړۍ زﻣﺎ ﭘښﻮ ﺗﻪ وﻟﻮﻳﺪه ،ﭘﻪ ﺑﺴﻢ اﷲ ﺳﺮه ﻣﻲ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛړه ،زﻣﺎ
ﻣﻠګﺮي ﭼڼﻲ څﻪ ﻧﻪ ووﻳﻞ ﻟﻜﻪ ﭼﻲ ورﺳﺮه ﻋﺎدت ﺳﻮى وو.
ﻳﻮ ﺑﻞ ﻛﻮر ﺗﻪ ورﻏﻠﻢ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﻲ ږ غ ﻛړ ﻳﻮ ځﻮان ﻫﻠﻚ راووت زﻣﺎ ﺳﺮه
ﻳﯥ ﺳﺘړى ﻣﺸﯥ وﻛړه ،ﻣﻮږ ﺗﻪ ﻳﯥ د اﻧﺘﻈﺎر ووﻳﻞ او ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻻړ ،ﻟﻪ ﻟږ ځﻨډ
وروﺳﺘﻪ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ راﺳﺘﻮن ﺳﻮ ﭘﻪ ﻳﻮ ﭘﻼﺳﺘﻴﻜﻲ ﺑﻮﺗﻞ ﻛﯥ ﺷړوﻣﺒﻰ او ﭘﻪ ﺑﻞ
ﻻس ﻛښﻲ ﻳﯥ ﺗﻮده ﻣړۍ راوړه ،زﻣﺎ ﭘﻪ ﻟﻴﺪو ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﺳﻮ او ﭼڼﻲ ﺗﻪ ﻳﯥ
ووﻳﻞ:
_ دى زه ﭘﯧﮋﻧﻢ زﻣﻮږ د ښﻮوﻧﻜﻲ زوى دى د ده ﭘﻼر دي ﺧﺪاى وﺑﺨښﻲ او
ﺟﻨﺘﻮﻧﻪ ﻳﯥ ځﺎى ﺷﻪ.
ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﻮږ را رواﻧﻴﺪل ،د ﺧﺪاى ﭘﺎﻣﺎﻧﻲ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻳﯥ زه ﭘﻪ ﻏﯧږه ﻛﻲ
وﻧﻴﻮﻟﻢ.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
54
ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ د ﻻري ﭘﻪ اوږدو ﻛﻲ زﻣﺎ ﻣﻠګﺮي ﭼڼﻲ ﺧﭙﻞ څﺎدر ﻫﻮار ﻛړ او
ﺑﺸﭙړي ﻣړۍ ﻳﯥ ﭘﻪ څﻮ ﺑﺮﺧﻮ ووﻳﺸﻠﯥ ﺗﺮڅﻮ دﻫﻐﻪ ﻛﻮروﻧﻮ ﺣﺴﺎب ﭘﻮره
ﺳﻲ ﭼﻲ ﻣړۍ ﻳﯥ راﻧﻜړه او ﻣﻮﻧږ ﻟﻪ ﺳﺰا ﺧﻼص ﺳﻮ.
ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ د ﻣړۍ ﭘﻪ راټﻮﻟﻮﻟﻮ وﺗﺮټﻠﻢ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم ﭼﻴﺮﺗﻪ ﻳﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ وم
ﻛﻪ ﭼﺎ ورﺗﻪ وﻳﻠﻲ وو؛ او زه ﻳﯥ د ﻣړۍ ﻟﻪ ﺑﻴﺎ راټﻮﻟﻮﻟﻮ ﻣﻨﻊ ﻛړم دا ځﻜﻪ ﭼﻲ
ﺗﺮ ﻣﺎ ډﯦﺮ ﻛﺸﺮان ﺳﺘﻪ ﭼﻲ وﭼﻪ ﻣړۍ ﻳﯥ راټﻮﻟﻪ ﻛړې واى.
ﻟﻪ دې وروﺳﺘﻪ ﻳﯥ ﻣﺎﺗﻪ د ﭘﺨﻠﻲ دﻧﺪه را وﺳﭙﺎرﻟﻪ او ﻫﺮ ﻣﺎﺧﺴﺘﻦ ﺑﻪ ﻣﻲ
ﭘﺨﻠﻰ ﻛﺎوه ،زه ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﻣﺪرﺳﻪ ﻛښﻲ ډﯦﺮ وﺧﺖ ﭘﺎﺗﻲ ﺳﻮم ،ﻳﻮه ورځ ﭼﻲ
ﭘﻪ ښﻮوﻧځﻲ ﻛښﻲ د ﻧﺘﺎﻳﺠﻮ د اﻋﻼن ورځ وه ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ اﺟﺎزه
راﻧﻜړه ﭼﻲ ورﺳﻢ او ﺧﭙﻠﻪ اﻃﻼﻋﻨﺎﻣﻪ واﺧﻠﻢ ،زﻣﺎ اﻃﻼﻋﻨﺎﻣﻪ زﻣﺎ ﻣﺸﺮ
ورور اﺧﻴﺴﺘﯥ وه زه ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ دوﻫﻤﻪ درﺟﻪ اﺗﻢ ټﻮﻟګﻲ ﺗﻪ ﺑﺮﻳﺎﻟﻰ ﺳﻮى
وم ،ټﻮل ژﻣﻰ ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﻣﺪرﺳﻪ ﻛښﻲ ووﺳﻴﺪم؛ د ﭘﺴﺮﻟﻲ ﻟﻪ راﺗګ او د
ښﻮوﻧځﻲ ﻟﻪ ﭘﻴﻞ ﺳﺮه ﺳﻢ ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ ورﻏﻠﻢ او درﺳﻮﻧﻪ ﻣﻲ ﭘﻴﻞ ﻛړل.
زه او ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﺳﺮه راﺿﻲ ﺷﻮ ﭼﻲ د ﻣﺎﺳﭙښﻴﻦ ﻣﻬﺎل ﺑﻪ
ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ ځﻢ او ﻟﻪ ﻫﻐﻪ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ د ﺷﭙﯥ ﻟﺨﻮا ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ راځﻢ؛
د ﻣﻌﻤﻮل ﭘﻪ څﯧﺮ ﻣﻲ دواړه ځﺎﻳﻪ ﺧﭙﻞ درﺳﻮﻧﻪ وﻳﻞ؛ زﻣﺎ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل ټﻮل زده
ﻛﻮوﻧﻜﻮ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ ﺳﺮه درﺳﻮﻧﻪ وﻳﻞ او دا زﻣﻮږ ﻟﭙﺎره ﻳﻮ ﺑﺮﻳﺎﻟﻰ ﻛﺎل
وو ،ځﻜﻪ ﭼﻲ د ښﻮوﻧځﻲ ﻧﻮې وداﻧۍ ﻫﻢ ﺟﻮړه وه ،د ﻧﻮي ﻧﺼﺎب ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ،
ﻗﺮﻃﺎﺳﻴﻪ او د ﺑﻠﺠﻴﻢ ﻫﻴﻮاد ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ زده ﻛﻮوﻧﻜﻮ ﺗﻪ د ﺑﻴﺴﻜﻮټﻮﻧﻮ
ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻫﻢ رارﺳﯧﺪﻟﻲ وه ،ﭼﯥ د ﺗﻔﺮﻳﺢ ﭘﻪ وﺧﺖ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺷﺎګﺮداﻧﻮ ﺗﻪ ورﻛﻮل.
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
55
ﻳﻮه ورځ ﺑﻴﺎ د رڼﺎګﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻛﻮر ﻛﻲ ﺷﻤﻌﻲ ﻣړې ﺳﻮې ،او د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﺨﻮا د
ټﻮﻟﻲ ﺳﻴﻤﻲ ښﻮوﻧځﻲ وﺗړل ﺷﻮل ،ﻣﺎ ﻫﻢ ﻟﻪ ﻫﻐﻪ وروﺳﺘﻪ دﻣﺪرﺳﯥ ﻟﻪ
ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﺳﺮه ﻣﻲ ددﻳﻨﻲ زده ﻛړو ﻟﭙﺎره د ﻟﻮګﺮ وﻻﻳﺖ ﺗﻪ دﺗګ ﻧﻴﺖ
وﻛړ ځﻜﻪ دﻟﺘﻪ ﻧﮋدې ﺷﺎ او ﺧﻮا ټﻮل ښﻮوﻧځﻲ ﺗړل ﺳﻮي وو او ﻫﻴﭽﺎ
ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ زړه ﻧﻪ ښﻪ ﻛﺎوه .
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ادې اﺟﺎزه راﻛړه او ﻟﻪ ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﺳﺮه د ﻟﻮګﺮ وﻻﻳﺖ ﺗﻪ روان
ﺳﻮم د ﻻري ﭘﻪ اوږدو ﻛﻲ ﻣﻲ ځﺎى ،ځﺎى ټﻮټﯥ ،ټﻮټﯥ ﺳړك او ﭘﻠﭽﻜﻮﻧﻪ
وﻟﻴﺪل ﭼﻲ د ﺑﻤﻮﻧﻮ ﭘﻪ زور وﻳﺠﺎړ ﺳﻮي وو؛ ﻟﻪ ﻏﺰﻧﻲ ښﺎره د ﻛﺎﺑﻞ ﭘﻪ ﻟﻮر
ووﺗﻠﻮ د ﺳړك ﻟﻪ ﻏﺎړي ﺳﺮه د ﺗﻴﻠﻮ ټﺎﻧﻜﺮوﻧﻪ او اﻛﻤﺎﻻﺗﻲ ﻣﻮټﺮوﻧﻪ
ﺳﻮځﻮل ﺳﻮي وو ،ځﻴﻨﯥ ﻳﯥ داﺳﻲ ﻫﻢ وو ﭼﻲ زﻣﻮﻧږ ﺗﺮ راﺗﻠﻮ ﻟږ ﻣﻮده
وړاﻧﺪي اور ور اﭼﻮل ﺳﻮى او ﻻ ﻫﻢ ﻟﻮګﻰ ﺗﺮې ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﯧﺪه؛ ﻣﻮټﺮوان ﻟﻪ
دې ﺣﺎﻟﺖ ﺳﺨﺘﻪ ځﻮرﻳﺪه ،ﺧﻮ ﭘﻪ ﻣﻮټﺮ ﻛﻲ ﻧﺎﺳﺘﻮ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻳﯥ ﺧﺒﺮو ﺗﻪ
ﭼﻨﺪان اﻫﻤﻴﺖ ﻧﻪ ورﻛﺎوه او زﻣﻮږ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل ټﻮل ﻛﺮار ،ﻛﺮار ﭘﺨﭙﻠﻮ ځﺎﻳﻮﻧﻮ
ﻧﺎﺳﺖ وو .د ﻛﺎﺑﻞ ښﺎر ﻋﻤﻮﻣﻲ دروازې ﺗﻪ ﻟﻪ رﺳﯧﺪو ﺳﺮه ﺳﻢ اﻣﻨﻴﺘﻲ
ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻣﻮټﺮ د ﺗﻼﺷﻲ ﻟﭙﺎره ودراوه ،داﺳﻲ ﻳﯥ ﺗﻼﺷﻲ ﻛړ ﻟﻜﻪ ﺑﻴﺨﻲ ﭼﻲ
ﻳﯥ ﺗﻼﺷﻲ ﻛړى ﻧﻪ وي ،ﻋﺴﻜﺮو ﻳﻮازي د ﺧﻠﻜﻮ څﯧﺮې ﺗﻪ ﻛﺘﻞ ،ﺗﺮ دې
وړاﻧﺪي ﻣﺎ د ﻣﺮﻛﺰ ښﺮﻧﻲ اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻛﺴﺎن ﻟﻴﺪﻟﻲ وو ﭼﻲ ﭘﻪ ډﯦﺮه ﺳﺨﺘﻲ ﺳﺮه
ﻳﯥ ﺗﻼﺷﻲ ﻛﻮﻟﻪ ان ﺗﺮدې ﭼﯥ د ﺧﻠﻜﻮ ﺟﻴﺒﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ﭘﻠټﻞ؛ ﻣﻮټﺮوان ﻫﻢ
دﻋﺴﻜﺮو ﭘﻪ ﺑﯥ ﻏﻮري ﻧﻴﻮﻛﻪ وﻛړه او وﻳﯥ وﻳﻞ:
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
56
ټﻮﻟﯥ اﻣﻨﻴﺘﻲ ادارې ﺑﺎﻳﺪ ﺧﭙﻞ وﻇﺎﻳﻒ ﭘﻪ ﺳﻤﻪ ﺗﻮګﻪ ﺳﺮﺗﻪ ورﺳﻮي؛
ﺗﻼﺷﻲ وﻛﺎ ،څﺎرﻧﻪ وﻛړي او ﭘﻠټﻨﻪ وﻛړي؛ ښﺎر ﺗﻪ ﭘﺮ راﻏﻠﻴﻮ ﻻروﻳﺎﻧﻮ
زﻳﺎت ﭘﺎم وﻛړي ،د دوى دا ﻟږ ﺑﯥ ﻏﻮري د ډﯦﺮي ﻟﻮى وراﻧﻜﺎرۍ ﺳﺒﺐ
ګﺮځﯧﺪﻟﻰ ﺳﻲ.
ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ووﻳﻞ:
_,د ﻛﺎﺑﻞ ښﺎر ډﯦﺮ ﺑﺪل ﺳﻮى ښﻜﻠﻲ دﻧګﻲ ﻣﺎڼۍ او وداﻧۍ ﻟﺮي ،څﻮ ﻛﺎﻟﻪ
وړاﻧﺪي ﭼﻲ زه راﻏﻠﻰ وم دا ښﺎر داﺳﻲ ﻧﻪ وو اوس ﻳﯥ ډﯦﺮ ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﻛړى
او دا د ﻳﻤﻜﺮاﺳۍ زور دى ﭼﻲ ځﻮاﻧﻲ ښځﻲ او ﭘﯧﻐﻠﻲ ﭘﻪ ﺧﻼﺻﻮ وﻳښﺘﻮ
ګﺮځﻲ .
ﻏﺮﻣﻪ ﻣﻬﺎل ﻣﻮ د ﻛﺎﺑﻞ ښﺎر ﭘﻪ ﻳﻮ رﻳﺴټﻮراﻧټ ﻛښﻲ ﻛﺎﺑﻠﻲ ﭘﻼو ،او د ﭘﺴﻪ
ﻗﻮرﻣﻪ ﺳﻮې ﻏﻮښﻪ ﻟﻪ ﺗﻮدې وﭼﻲ ﻣړۍ ﺳﺮه وﺧﻮړه ،ټﻴﻜﺴﻲ ﺗﻪ وﺧﺘﻠﻮ او
د ﻟﻮګﺮ وﻻﻳﺖ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻣﻮ ﺣﺮﻛﺖ وﻛړ ،د ﻳﻮې ،ﻳﻮه ﻧﻴﻤﻲ ﺑﺠﯥ ﺷﺎوﺧﻮا د
ﻣﺤﻤﺪاﻏﻲ وﻟﺴﻮاﻟۍ ﺳﺮخ آﺑﺎد ﻛﻠﻲ ﺗﻪ ورﺳﻴﺪﻟﻮ.
ﺳﺮخ اﺑﺎد ﻛﻲ د ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺳړك ﺳﺮه ﻧﮋدې د ﻳﻮ ﭘﺘﺮول ﭘﻤﭗ ﺗﺮ څﻨګ ﻟﻪ
ټﻴﻜﺴﻲ ﻣﻮټﺮ څﺨﻪ ښﻜﺘﻪ ﺳﻮ ،ﻟږ ﻫﺎ ﺧﻮا ﻣﻮ ﻣﺦ او ﻻﺳﻮﻧﻪ د رواﻧﻮ اوﺑﻮ ﭘﻪ
وﻳﺎﻟﻪ ﻛښﻲ ووﻳﻨځﻞ اوﺑﻪ ﻣﻮ وڅښﻠﯥ ،ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﺗﺮ ﻣﺦ او زه ورﭘﺴﯥ
ﭘﻪ ﻧﺎﺑﻠﺪه ﻗﺪﻣﻮﻧﻮ روان ﺳﻮم.
دا ﺳﻴﻤﻪ ﻟﻪ ﻃﺒﻌﻲ اړﺧﻪ ډﯦﺮه ښﻜﻠﻲ وه ،ښﺎﻳﺴﺘﻪ ﺑﺎﻏﻮﻧﻪ او د اوﺑﻮ
ﻛﺎرﻳﺰوﻧﻪ ﻳﯥ ﻟﺮل ،د ﻻري دواړه ﻏﺎړي ﭘﻪ دﻧګﻮ،دﻧګﻮ ﭼﻨﺎروﻧﻮ ﭘﻮښﻞ
ﺳﻮي وې ،ﭘﺮﻳﻤﺎﻧﻪ د ﻣڼﻮ ﺑﺎﻏﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﻟﺮل ،د ﺷﻤﺎل ﻟﻪ ځﻮږ ﺳﺮه د ﺗﺎزه ﻣڼﻮ
وږم راﺗﻪ ،او ﻫﺮي ﺧﻮا ﺗﻪ د ﻣﺮﻏﺎﻧﻮ ﺑﻴﻼ ﺑﻴﻞ اوازوﻧﻪ اورﻳﺪل ﻛﯧﺪل د
ﻃﺒﻌﻴﺖ دا ﻧﻨﺪارې ﭘﻪ ﻣﺎ ډﯦﺮي ښﯥ ﻟګﻴﺪې او د ﺧﻮﺷﺤﺎﻟۍ اﺣﺴﺎس ﻣﻲ
ﻛﺎوه ،ﺗﺮ ډﯦﺮه ﭘﻮري ﻣﻲ ﺳﺘﺮګﻲ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﺑﻮډۍ ﻛښﻲ ﺧښﻲ وې ﭼﻲ د
ﺳړك ﻟﻪ ﻏﺎړي ﺳﺮه ﻳﯥ ﭘﺴﻮﻧﻪ څﺮول.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
57
ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ ﻗﺪم ،ﻗﺪم زﻣﺎ اﺣﻮال اﺧﻴﺴﺖ ،ﭼﻲ زړه ﻣﻲ ﺗﻨګ ﻧﻪ ﺳﻲ،
ﻣﻮﻧږ ﺗﺮ څﻮ ﺑﺎﻏﻮﻧﻮ او ﻧﻬﺮوﻧﻮ ﺗﯧﺮ ﺷﻮ ،ﺑﻴﺎ ﻫﻐﻪ ﺟﻮﻣﺎت ﺗﻪ ورﺳﯧﺪﻟﻮ ﭼﻲ ﺗﺮ
ﻣﺦ ﻳﯥ د رڼﻮ اوﺑﻮ وﻳﺎﻟﻪ ﺑﻬﻴﺪه ،ﻣﺎ ﺗﺮ وﻳﺎﻟﻪ ټﻮپ ﻛړ څﭙﻠۍ ﻣﻲ اوﺑﻮ ﺗﻪ
وﻟﻮﻳﺪه ،ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ ﺧﻨﺪا ﺳﻮ او ژر ﻳﯥ څﭙﻠۍ را وﻧﻴﻮه ،ﭘﻪ ﺧټﻮ ﻛﻜړه
ﭘښﻪ ﻣﻲ ووﻳﻨځﻠﻪ ،څﭙﻠۍ ﻣﻲ ﭘﻪ ﭘښﻮ ﻛړه ،دواړه د ﺟﻮﻣﺎت اﻧګړ ﺗﻪ
ﻧﻨﻮﺗﻠﻮ ،ﭘﻪ اﻧګړ ﻛښﻲ څﻮ ﻧﻮري ﺧﻮﻧﻲ ﻫﻢ وې ﭼﻲ د ﻣﺪرﺳﯥ ﭼڼﻴﺎن
ﭘﻜښﻲ اوﺳﯧﺪل ،ﻛﻪ ګﻮرم زﻣﻮږ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻛﻠﻴﻮال ﭼڼﻰ ﻫﻢ ﻫﻠﺘﻪ دى ﭼﻲ ﺗﺮدې
وړاﻧﺪي ﻳﯥ زﻣﻮږ ﺳﺮه دﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻣﺪرﺳﻪ ﻛښﻲ د ﻗﺮاﻧﻜﺮﻳﻢ ﺣﻔﻆ ﻛﺎوه .
دوى زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻟﻴﺪو ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﺷﻮل ،ﺧﻮﻟﯥ ﻳﯥ ﻟﻪ ﺧﻨﺪا ﻧﻪ ﺳﺮه ورﺗﻠﯥ،
ټﻮﻟﻮ ﺳﺘړې ﻣﺸﯥ راﺳﺮه وﻛړه ،ﺳړې اوﺑﻪ ﻳﯥ راﻛړې دا ﭼﻲ ﻣﻮﻧږ ډﯦﺮ
ﺳﺘړي ﺷﻮي وو ،ﺳﺎه ﻣﻮ ﺑﻨﺪه ،ﺑﻨﺪه او ﺳﺘﺮګﻲ ﻣﻮ ﭘټﻲ ،ﭘټﻲ ﻛﯧﺪې ﻧﻮ د
ﺧﻮب ﻏﯧږي ﺗﻪ ﻣﻮ ځﺎﻧﻮﻧﻪ ور وﺳﭙﺎرل ،آرام وﻳﺪه ﺷﻮ .
ﻛﻠﻪ ﭼﻲ راوﻳښ ﺳﻮم ﻳﻮازي ﭘﺮوت وم ،ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﻧﻪ وو ،دﺑﺎﻧﺪي
راووﺗﻢ ﻛﻪ ګﻮرم ﭘﻪ ﺟﻮﻣﺎت ﻛښﻲ د ﻣﺎﺳﭙښﻴﻦ ﺟﻤﻊ ادا ﻛﻴږي ،ژر ،ژر ﻣﻲ
اودس وﻛړ او ﺟﻮﻣﺎت ﺗﻪ ﻧﻨﻮﺗﻢ ،ﭘﻪ اﺧﻴﺮي رﻛﻌﺎت ﻛﻲ ﻣﻲ ﻟﻪ اﻣﺎم ﺳﺮه
ﻟﻤﻮﻧځ وﻧﻴﻮ ،څﻮ ﭼﻲ ﻣﺎ ﻟﻤﻮﻧځ ﭘﺎى ﺗﻪ رﺳﺎوه ټﻮل ﻛﻠﻴﻮال ﻟﻪ ﺟﻮﻣﺎت
ووﺗﻞ ،ﻳﻮازي ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﻟﻪ ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ ﺳﺮه د ﻣﺤﺮاب ﺧﻮاﺗﻪ ﭘﻪ
ﺧﺒﺮو ﺑﻮﺧﺖ وو؛ ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﻣﺎﺗﻪ اﺷﺎره وﻛړه او زه ﻳﯥ دځﺎن ﺧﻮاﺗﻪ ور
وﺑﻠﻠﻢ ﻟﻪ ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ ﺳﺮه ﻳﯥ ﻣﻌﺮﻓﻲ ﻛړم ،دوى زﻣﺎ او زﻣﺎ د درس ﭘﻪ
اړه ډﯦﺮي ﺧﺒﺮي وﻛړې ،ﭼﯥ زﻣﺎ ﺳﺘﺎﻳﻨﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻛړه ﺷﺮﻣﻴﺪم ،ﻏﻮږ ﺑﻪ ﻣﻲ
ﻛﻮڼ واﭼﺎوه ،ځﻜﻪ زه ﭘﻮﻫﻴﺪم دوﻣﺮه ځﻴﺮك ﻧﻪ ﻳﻢ څﻮﻣﺮه ﭼﻲ دوى واﻳﻲ.
ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ زﻣﺎ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﺑﺪل ﻛړل ،ﻫﻐﻪ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﭼﻲ ﻧﻴﻤﻰ ﻣﻲ وﻳﻠﻲ وو
ﭘﻪ ﻧﻴﻤﻲ ﻛښﻲ ﭘﺮﻳښﻮدل او ﻣﺎﺗﻪ ﻳﯥ د ﻋﻠﻢ ﺻﺮف د ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ووﻳﻞ ﭼﻲ ﺑﺎﻳﺪ
ﺳﻬﺎر ﻳﯥ ﭘﻴﻞ ﻛړم.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
58
ﻟﻪ ﺟﻮﻣﺎت څﺨﻪ ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ راﻏﻠﻢ ﻛﻠﻴﻮال ﻣﻠګﺮي ﻣﻲ ﺷﻴﻦ ﭼﺎى ﭼﻤﺘﻮ
ﻛړى وو ،ﻳﻮه ،ﻳﻮه ﺗﻮده ،ﺗﻮده ﭘﻴﺎﻟﻪ ﻣﻮ ﻧﻮش ﻛړه او دﺑﺎﻧﺪي را ووﺗﻠﻮ .
ﻣﺎ د دې ﺳﻴﻤﻲ ﻟﻪ ﻃﺒﻌﻲ ﻫﻮا څﺨﻪ ﺧﻮﻧﺪ اﺧﻴﺴﺖ ،ګﺎم ﭘﻪ ګﺎم د ﻣڼﻮ وﻧﻲ،
ﺑﺎﻏﻮﻧﻪ ،دﻧګ ،دﻧګ ﭼﻨﺎروﻧﻪ او د ﻛﺎرﻳﺰوﻧﻮ اوﺑﻪ ﺑﻬﻴﺪې ،زړه او روح
دواړه ﺑﻪ ﻣﻲ ﺗﻞ ﺗﺮ و ﺗﺎزه وو ،ﺗﺮ ﻣﺎځﻴګﺮ ﭘﻮري د ﻣﺪرﺳﯥ ﭘﻪ ځﺎﻧګړي د
ﻣڼﻮ ﺑﺎغ ﻛﻲ وګﺮځﻴﺪﻟﻮ او ﻣڼﯥ ﻣﻮ وﺧﻮړﻟﯥ ،د ﻣﺎځﻴګﺮ ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﺗﻪ ﺟﻮﻣﺎت
ﺗﻪ راﻏﻠﻮ ،دا ﭼﻲ ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ ﻧﻪ وو ،د ﻳﻮ ﻃﺎﻟﺐ ﭘﻪ اﻣﺎﻣﺖ ﻣﻮ ﻟﻤﻮﻧځ
ادا ﻛړ ،ﺗﺮ ﻣﺎښﺎﻣﻪ ﭘﻪ ﺟﻮﻣﺎت ﻛښﻲ ﭘﺎﺗﻲ ﺷﻮ ټﻮﻟﻮ د ﻣﺪرﺳﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د
ﻗﺮاﻧﻜﺮﻳﻢ ﺗﻼوت ﻛﺎوه او ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ ﻛﻮل ،د ﻣﺎښﺎم ﺗﺮ ﻟﻤﺎﻧځﻪ
وروﺳﺘﻪ د ﻳﻮ ﻛﻮﭼﻲ ﻃﺎﻟﺐ ﭘﻪ ﻣﻴﻠﻤﺴﺘﻴﺎ د ﻫﻐﻮى ﻛﻴږدۍ ﺗﻪ ﻻړو .
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
59
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
62
ﺷﭙﯥ او ورځﻲ ﺗﻜﺮاري ﺳﻮې ،د ﻣﻌﻤﻮل ﺳﺮه ﺳﻢ ﻫﺮه ورځ ﺑﻪ ښﻪ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ
درﺳﻮﻧﻪ روان وو ،زه ﺑﻪ ﻫﻢ اوس ﻫﺮ ﺳﻬﺎر وﺧﺘﻲ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﯧﺪم ،ﻛﺘﺎب ﻣﻲ
ﺗﻘﺮﻳﺒﺎً ﻧﻴﻤﺎﻳﻲ ﺗﻪ رﺳﯧﺪﻟﻰ وو ،ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ د ازﻣﻮﻳﻨﻲ ووﻳﻞ د
ﭘﻨﺠﺸﻨﺒﯥ ﭘﻪ ﺳﻬﺎر د ﻛﺘﺎب ﺗﺮ ازﻣﻮﻳﻨﻲ وروﺳﺘﻪ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﺑﺮﻳﺎﻟﻰ ﺳﻮم ﻫﻐﻪ
راﺗﻪ ووﻳﻞ:
_ زه ﭘﻮﻫﻴږم ﺗﻪ ﺑﻪ د دﻳﻦ ګټﻮﻧﻜﻰ او ﺳﺎﺗﻮﻧﻜﻰ ﻳﯥ ،د ﺧﺪاى ﭘﻪ ﻻر ﻛﻲ ﺳﺘﺎ
ﺷﻬﺎدت زﻣﺎ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮړه آرزو ده ،ﻟﻜﻪ څﺮﻧګﻪ ﭼﻲ ﺣﺴﻴﻦ اﺑﻦ ﻋﻠﻲ د
ﻣﻈﻠﻮم د ﺣﻖ او د ﻋﻮاﻣﻮ د ﻣﺼﻠﺤﺖ د دﻓﺎع دود ﺧﭙﻠﻪ دﻧﺪه وګڼﻠﻪ او ﭘﻪ دې
ﻻره ﻛﻲ ﻳﯥ ﻟټﻲ وﻧﻪ ﻛړه ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎن ﻳﯥ د ﻛﺮﺑﻼ ﭘﻪ ﻟﻮى وژﻧﺘﻮن ﻛﻲ
ﻗﺮﺑﺎن ﻛړ او د ﺧﭙﻞ ﭘﺎﻟﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﻧﺰد د ﺷﻬﻴﺪاﻧﻮ ﺳﺮور ﺷﻮ او د اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﭘﻪ
ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﻲ ﻳﯥ د ﺳﻤﻮن ﭘﺎﻟﻮ د ﻻرښﻮد ﻣډال ﭘﻪ ﻏﺎړه واﭼﻮه .
ﻣﺎ د ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ ﻏټﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺣﻴﺮاﻧۍ ﺳﺮه ﻛﺘﻞ او ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻠﻲ
اوږدې څڼﻲ ﻳﯥ ﺗﺮ ﺧﻮﻟۍ ﻻﻧﺪي ﻛړې ،ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ږﻳﺮه ﺗﯧﺮ ﻛړل ﻳﻮه
ﺷﻴﺒﻪ ﻏﻠﻰ وو ،ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ووﻳﻞ:
_ زﻣﺎ اﺳﺘﺎد د اﷲ ﺗﻌﺎﻟﻰ ﻫﻐﻪ ﺑﻨﺪه وو ﭼﻲ ﻫﻤﯧﺸﻪ ﻳﯥ دا ﺗﻠﻮﺳﻪ درﻟﻮده
ﭼﻲ د ﺧﺪاى ج ﭘﻪ ﺳﭙﯧڅﻠﯥ ﻻره ﻛﻲ د ﻳﻮ ﺳﺨﺖ زړي ﻇﺎﻟﻢ او ﻣﺘﺠﺎوز ﻛﺎﻓﺮ
ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﭘﻪ ﺷﻬﺎدت ورﺳﻴږي؛ ځﻜﻪ ده د ﺧﭙﻞ ﺧﺎﻟﻖ ج او د ﻫﻐﻪ د ﭘﯧﻐﻤﺒﺮص
ﭘﺮ ﺧﺒﺮه ﭘﻮره اﻳﻤﺎن او ﺑﺎور درﻟﻮد ﭼﻲ ﺷﻬﺎدت ،ﺟﻨﺖ ﺗﻪ د ﺗﻠﻠﻮ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ
ﻟﻨډﻛۍ ﻻره ده ،ﻫﻐﻪ د ﻗﺮآن او ﺣﺪﻳﺚ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﭘﻮره ﺑﺎوري وو ﭼﻲ ﻟﻪ
دې ﻧﻪ ﭘﻮرﺗﻪ درﺟﻪ ﻳﻮازي د اﻧﺒﻴﺎء ﻋﻠﻴﻬﻢ اﻟﺴﻼم ﻛﯧﺪاى ﺷﻲ ﭼﯥ ﻳﻮ ﻣﺆﻣﻦ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
63
د ﺧﺪاى ﺗﻌﺎﻟﻰ د ﻓﺮض ﻋﻴﻦ ﺣﻜﻢ د ﭘﺮځﺎى ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻏﺮض د ﻣﺘﺠﺎوز ﻇﺎﻟﻢ
ﻛﺎﻓﺮ ﭘﻪ وړاﻧﺪي ﻣﻴﺪان ﺗﻪ د ﺑﺮاء ﺑﻦ ﻣﺎﻟﻚ او د أﻧﺲ ﺑﻦ ﻧﻀﺮ رض ﭘﻪ څﯧﺮ ور
وداﻧګﻲ او ﺑﻴﺎ د ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻛﺎﻓﺮ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ اوﻳﺎ زﺧﻤﻮﻧﻪ وګﺎﻟﻲ او ﭘﻪ ﺷﻬﺎدت
ورﺳﻴږي .
د وﺧﺖ او ﺑﺨﺖ ﻛﻴﺴﯥ دي؛ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻃﺎﻟﺐ ﭼﻲ ﺗﺮ ﻣﺎ څﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﻲ ﻣﺨﻜﻲ
ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ راﻏﻠﻰ ،ده ﺑﻪ وﻳﻞ ﻣﺎ ټﻮل ﻋﻤﺮ دﻟﺘﻪ او ﻫﺎﻟﺘﻪ ﻟﻜﻪ د ﻫﻮاﻳﻲ
ﻣﺮﻏﻪ ﺗﯧﺮ ﻛړى ،ﺧﭙﻞ ﻛﻮر ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻧﻪ دى ﻟﻴﺪﻟﻰ ،ﻋﻠﺖ ﻳﯥ څﻪ دى وﻟﻲ
ﻛﻮر ﺗﻪ ﻧﻪ ځﯥ؟
ددې ﭘﻮښﺘﻨﻲ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﻲ ﺑﻪ ﻟﻜﻪ ګﻮﻧګ داﺳﻲ ﻏﻠﻰ ﺷﻮ.
د ﺟﻤﻌﯥ د ورځﻲ ﭘﻪ رﺧﺼﺘۍ ټﻮل ﻟﻴﺮي او ﻧﮋدې ﺷﺎګﺮدان رﺧﺼﺖ ﺷﻮل،
دا وﺧﺖ ﻳﻮه ﻧﺠﻠۍ ﭘﻪ ﻛړﻛۍ ﻛﻲ ﺗﺮ ﺳﭙﻮږﻣۍ ﺳﭙﻴﻨﻪ راښﻜﺎره ﺳﻮه،
وﻳښﺘﺎن ﻳﯥ ﺷﻤﺎل ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑﻠﻪ ﺧﻮا وړي را وړي ،ﺳﺘﺮګﻲ ﻣﻲ ور وﺧﺘﯥ ،ﺗﺮ
وره را ﻏﺒﺮګﻪ ﻣﺴﺠﺪ ﺗﻪ را دﻧﻨﻪ ﺳﻮه ،ﻧﻮﻛﺎن ﻳﻲ ژوول ،زﻣﺎ ﻧﻮم ﻳﯥ
اﺧﻴﺴﺘﻪ ﻣﻮر ﻳﯥ ﻳﻮه ﻣڼﻪ ورﻛړې وه ﭼﻲ ﻣﺴﺎﻓﺮ ﻃﺎﻟﺐ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ورﻛړې؛ ور
وﻻړ ووﺗﻢ ،ﺳﺘړې ﻣﺸﯥ ﻣﻲ ورﺳﺮه وﻛړه ورﺗﻪ وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ﻫﻐﻪ زه ﻳﻢ ﻣﻮر ﺗﻪ دي زﻣﺎ ﻟﻄﺮﻓﻪ ﻣﻴﻨﻪ او ﻣﻨﻨﻪ.
ﻃﺎﻟﺐ ﺗﺮ ﭼﺨﻠﻜﻮ ﻏﻠﻲ ،ﻏﻠﻲ ﭘﺴﻲ ﻛﺘﻞ ،ﺳﭙﻴﻨﻲ ﭘﻮﻧﺪي ﻳﯥ ﻟﻪ ﺗﻮرو
ﺳﻴﻨډﻟﻮ ﺳﺮه ﻻ ښﯥ ښﻜﺎرﻳﺪې ،ﻛﺘﺎب ﻳﯥ ﭘټ ﻛړ د ﺳﺘﺮګﻮ ﭘﻪ اﺷﺎره ﻳﯥ د
ځﺎن ﺧﻮا ﺗﻪ ور وﻏﻮښﺘﻢ ،ﺧﻮﻟﻪ ﻳﯥ ﭼﻮﻟﻪ ﻛړه او وﻳﯥ وﻳﻞ :
_څﻮك وه!؟
د ﺑﺎﻧﺪي ﺗﻴﺰ ﺑﺎد ﺳﻮ ،دوړي او ﺧﺎوري ﺟﻮﻣﺎت ﺗﻪ راﻧﻨﻮﺗﯥ ،ور وﻻړ ﺳﻮم
ﻛړﻛۍ ﻣﻲ ﭘﻮري ﻛړه او ﻃﺎﻟﺐ ﺗﻪ ﻣﻲ ﻣﺦ ور واړاوه وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ د ﻫﻢ دې ﻛﻠﻲ ﺟﻨۍ ده ،څﻮ ورځﻲ وړاﻧﺪي ﻳﯥ ﻣﻮر د ﻣﺴﺠﺪ ﺳﺮه ﻧﮋدې
زﻳﺎرت ﺗﻪ راﻏﻠﯥ وه ،اوﺑﻪ ﻳﯥ ﻏﻮښﺘﯥ ،ﭘﻪ ﻣﺪرﺳﻪ ﻛښﻲ څﻮك ﻧﻪ وو ،اوﺑﻪ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
64
ﻣﻲ ورﻛړې ،ﻟﻪ ﻣﺎ ﻳﯥ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم ﺗﺮ څﻪ ﭘﻮري وﭘﻮښﺘﻞ،ﻣﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ ځﻮاب
ﻛښﻲ ووﻳﻞ زه د ﭘﻜﺘﻴﻜﺎ ﻳﻢ او دﻟﺘﻪ د درس ﻟﭙﺎره راﻏﻠﻰ ﻳﻢ.
ﻫﻐﻪ ﺳﺘﺮګﻲ وﻣښﻠﯥ ﻟﻜﻪ ﭼﻲ د ﻏﺮﻣﯥ ﺧﻮب ﺗﻪ ﻳﯥ ځﺎن اﻣﺎده ﻛﺎوه ،ﻟږ
ﻣﻮده ﻏﻠﻰ وو ،ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﺧﺒﺮي ﭘﻴﻞ ﻛړې:
_ د ﻧﺎ ﻣﺤﺮﻣﻲ ښځﻲ ﺳﺮه د ﺳﺘړې ﻣﺸﻲ ﭘﺮ وﺧﺖ ﻻس ﺗﺮ څﺎدر ﻻﻧﺪي
ﻧﻴﻮل ﺑﻬﺘﺮ او ﻏﻮره دي ،،ﺑﻞ ځﻞ ﭘﺎم ﻛﻮه ﭼﻲ دا وړ ﻟﻪ اﻧﺠﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﭘﻮښﺘﻨﻪ
و ﻧﻪ ﻛړې او ﻫﻮ ﻳﺎد ﻟﺮه د دې ﻣﻴﺮﻣﻦ زوى ﻋﺴﻜﺮي ﻛﻮﻟﻪ ،وﺳﻠﻮاﻟﻮ و واژه
ﻻس ﻳﯥ ﭘﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﺎك ﻛړى ،ﻫﻐﻪ واﻳﻲ ﭘﻪ ﻣﺪرﺳﻪ ﻛﻲ ﻃﺎﻟﺒﺎن اوﺳﻴږي ،دا
ﻫﻢ دوئ وژﻟﻰ دى ﻳﻮازي د ﻣﺪرﺳﯥ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻣﻴﻮﻧﺪ ښﻪ ﭘﯧﮋاﻧﺪه ﭼﻲ
ﻋﺴﻜﺮي ﻛﻮي.
ﻣﺎ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ووﻳﻞ:
))ﻛﻴﺪاى ﺷﻲ ګﻤﺎن ﻳﯥ ﺳﻢ وي ،ﻣﺪرﺳﻪ ﺳﻢ او ﺑﺪ ﻓﻜﺮوﻧﻪ روزﻟﻰ ﺷﻲ ((
ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻗﻬﺮﺟﻨﻪ ﻟﻬﺠﻪ ووﻳﻞ :وﻟﻲ ﻏﻠﻰ ﺷﻮې!؟ ﻟﻜﻪ ﭼﻲ زﻣﺎ ﺧﺒﺮه ښﻪ
ﻧﻪ درﺑﺎﻧﺪي وﻟګﯧﺪه.
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ﻫﻴڅ ،زه ﺑﻪ څﻪ وواﻳﻢ ،ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم ﺗﺮ ﻣﺎ ﻣﺨﻜﻲ دﻟﺘﻪ څﻮك او څﻨګﻪ ..
ﻃﺎﻟﺐ ﭘﻪ ﻏﺼﻪ ښﻜﺎرﻳﺪه ،ﭘﻪ زوره ،زوره ﻳﯥ ﺧﺒﺮي ﭘﻴﻞ ﻛړې او وﻳﻞ ﻳﯥ:
_ ﺗﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﺳﭙﻴﻦ او ﺗﻮر وﭘﯧﮋﻧﯥ ،زوى ﻳﯥ زﻣﻮﻧږ او د دﻳﺪن دښﻤﻦ وو ،ﻟﻪ
ﺧﻮﻟﯥ دي ﺧﺒﺮي ﻛﺎږي ،دا ښځﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ ﻟﻪ ﻛﻮم ﭼﺎ ﺳﺮه ﺿﺮور ﻛﻮم ﻻس ﻟﺮي
دوﻣﺮه ﻛﻮر ﺳﻼ ﺑﻼ ﻧﻪ ﭼﻠﻴږي .
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ﻛﻮر ﻳﯥ ﻣﺎ ﻟﻴﺪﻟﻰ ،زه ﺑﻪ وﻇﻴﻔﯥ ﺗﻪ ورﺗﻠﻢ ،ﻛﺮۍ ورځ د ټﻚ او زر ﺗﺎرو
ﻛﺎر ﻛﻮي ،د ﻛﻠﻲ ﻧﺎوي او ﭘﯧﻐﻠﻮ ﺗﻪ ﺑﺎﻟښﺘﻮﻧﻪ ګﻨډي ،ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻳﻮه ګﻮﻟﻪ
ﻣړۍ ﭘﻴﺪا ﻛﻮي ،ﺧﻮﻟﻪ او ﻻس ﺑﻪ ﻳﯥ ورﺑﺎﻧﺪي ازاد وي .
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
65
ﺳﺘﺮګﻲ ﻳﯥ د ﺧﻮب ﭘﻪ ﺑﻬﺎﻧﻪ ﭘټﻲ ﻛړې ،ﻟږ ځﻨډ ﻛﺮار ﺳﻮ ،اړخ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ﺑﺪل
ﻛړ،ورو ﻏﻮﻧﺪي ﻳﯥ ووﻳﻞ:
_ ﺗﻪ ﻻ دﻟﺘﻪ ﻧﻮى ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﺑﻪ ﭘﻮه ﺳﯥ .
ﺗﻠﻴﻔﻮن ﻳﯥ وﺷﺮﻧګﯧﺪه ،ﭘﻪ ﻣﻨډه ووت ،ﺑﻴﺮﺗﻪ راﻧﻐﻰ زه ،ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ او
ﻛﻠﻴﻮال ﻣﻠګﺮي ﻣﻲ ﭘﻪ ﻣﺪرﺳﻪ ﻛﻲ ﻳﻮازي ﭘﺎﺗﻲ ﺷﻮل .
ﻧﻦ څﻮوﻣﻪ وه ،ﻧﺎزﻛﻲ ،او د ﺷﻨﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻧﺠﻠۍ ﺑﻪ ﻫﺮ ﻣﺎځﻴګﺮ دوه ﻳﺎ درې
ﻣڼﯥ د ﻣﺴﺎﻓﺮ ﻃﺎﻟﺐ ﭘﻪ ﻧﻮم ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ راوړې ،ﻧﻮﻛﺎن ژوول ﻳﯥ ﻳﻮ ﻋﺎدت
وو ،ﭘﻪ ﺷﻮﻧډو ﻛښﻲ ﻳﯥ ﻳﻮ څﻪ ووﻳﻞ ،ﻣﺎ وﭘﻮښﺘﻞ:
_ ﭘﻮه ﻧﻪ ﺳﻮم څﻪ دې ووﻳﻞ؟
ﭘﻪ ﺧﻨﺪا ﻛﻲ ﺷﺎﺗﻪ وﻻړه وې وﻳﻞ:
_ ﺗﻪ د ﭘﺘﻜﻴﻜﺎ ﻳﯥ؟
ﻣﺎ څﻪ ﻧﻪ ووﻳﻞ دې ﻻس را اوږد ﻛړ وې وﻳﻞ:
_ ﻣﻴږﺗﻮن
ﭘﻪ اوږه ﻣﻲ ﻣﻴږى وو ﻫﻢ داﺳﻲ ﻣﻲ ﭘﺮﻳښﻮد ،دې ﺗﻪ ﻣﻲ ووﻳﻞ:
_ ﻳﺎ زه د ﭘﺘﻜﻴﻜﺎ ﻧﻪ ﻳﻢ ﺧﻮ د ﭘﻜﺘﻴﻜﺎ ﻳﻢ .
دا ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺧﺒﺮ ه وﺷﺮﻣﻴﺪه ،ﺗﺮ وﻳﺎﻟﻪ ﻳﯥ ټﻮپ ﻛړل ،ﻣڼډه ﻳﯥ واﺧﻴﺴﺘﻪ
ﭘﺎوﻟۍ ﻳﯥ ﻟﻜﻪ د آﺳﭙﻲ ﺷﺮﻧګﻴﺪې ،ﺗﺮ دﯦﻮال ﭘټﻪ ﺳﻮه ﻟﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻣﻲ ﭘﻨﺎه
ﺳﻮه.
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
66
د ښﯥ ﺷﭙﯥ )ﺑﺮات( ﺷﭙﻪ وه ،ﻏﻮښﺘﻞ ﻣﻲ ﻛﻮر ﺗﻪ زﻧګ ووﻫﻢ ،ﻣﻮر ﺑﻪ ﻣﻲ
ﻳﺎدوي ،ګﻮﻧﺪي زﻣﺎ د ږغ ﭘﻪ اورﻳﺪو ﺑﻪ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﺷﻲ؛ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﻲ ﻫڅﻪ
وﻛړه د ورور ﻧﻤﺒﺮ ﻣﻲ ﺑﻨﺪ دى ،ﻓﻜﺮ ﻣﻲ ﺧﺮاب ﺷﻮ اوس څﻪ وﻛړم ،ﻧﻦ ﺑﻪ
ﻣﻲ ﻫﻤﺰوﻟﻲ ﻟﻮﺑﻲ ﻛﻮي ټﻮل ﺑﻪ د ﻧﻦ ﺷﭙﯥ ﻟﻪ رواﺟﻲ ﻣﻴﻠﯥ ﺧﻮﻧﺪ اﺧﻠﻲ او
زه ...
ﻣﻠګﺮي ﺗﻪ ﻣﻲ زﻧګ وواﻫﻪ ﺷﻤﺎره ﻳﯥ ﺑﻨﺪه وه ،ﺻﺒﺮ ﻛﻮﻣﻪ ﺑﻠﻪ ﺷﻤﺎره ﺑﻪ ﻳﯥ
ﻛﺎر ﻛﻮي ،ﻣﺨﺎﺑﺮاﺗﻲ ﺷﺒﻜﻪ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ د ﻣﻠګﺮو ﺷﻤﯧﺮې ﺑﻨﺪي ﻳﺎدوي ،د
ﻧﻴﻤﻲ ﺷﭙﯥ اﻧﺪﻳښﻨﻮ ﭘﻪ ﻏﯧږ ﻛښﻲ وﻧﻴﻮم ،ځﻨﻲ ﻳﺎدوﻧﻪ ﻣﻲ ﺗﺮ ﺧﻮا او ﺷﺎ را
ﺗﺎو ﺷﻮل ﭘﻪ وﺟﻮد ﻛښﻲ ﻣﻲ ﻧﺎ آراﻣﻲ اﺣﺴﺎس ﻛړه د ﺑﺎﻧﺪي ووﺗﻢ،د
ﭘﻴﻨځﻠﺴﻤﻲ ﺳﭙﻮږﻣۍ ﻟﻜﻪ دﭼﺎ ﭘﻪ اﻧﺘﻈﺎر وﻻړه وه ﺳﺘﻮرو د ﺑﻨﻴﺎدم ﭘﻪ ﻛړﻧﻮ
ﭘﺴﻲ ﭘﺴﺨﻨﺪ واﻫﻪ ،ﺳﺮ راﺑﺎﻧﺪي وګﺮځﻴﺪ دا وﺧﺖ ﻣﻲ ﻫﻤﺰوﻟﻲ وﻳﺪه
ﺷﻮي ،ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم ﻛﻮم درد ﻣﻲ اوښﻜﻲ وﺑﻴﻮﻟﯥ ،ﻛﺘﺎب ﻣﻲ ﺧﻼص ﻛړ
ﻣﻮﺿﻮع ﻳﯥ راﺗﻪ ﺑﯥ ﺧﻮﻧﺪه وﻳﺴﯧﺪه ،د ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻫڅﻪ ﻣﻲ وﻛړه ﻫﻴڅ ،ﻫﻴڅ ﻫﺮ
څﻪ ﻟﻪ ﻣﺎ ﺗﻠﻠﻲ او ﺧﭙﻪ وو ﺳﺎه ﻣﻲ واﺧﻴﺴﺘﻪ اوښﻜﻮ ﺗﻪ ﻣﻲ ﻟﻪ زړه د درد
ﻻره وﺷﻮه؛ ﺳﺘﺮګﻲ ﻣﻲ ﺳﺮه ورﻏﻠﻲ وې ﺧﻮب ﻣﻲ ﻟﻴﺪ ﺑﺎد رڼﯥ اوﺑﻪ
ﺧړي ﻛړي ،،د ﺳﻬﺎر اذاﻧﻮﻧﻪ ﻛﯧﺪل ﺳﺘﺮګﻲ ﻣﻲ وﻏﻮړوﻟﯥ ﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮم
اودس ﻣﻲ ﺗﺎزه ﻛړ ﻟﻤﻮﻧځ ﻣﻲ ادا ﻛړ ،ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ ﺗﻪ ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻢ ،د
ﺧﻮب ﺗﻌﺒﻴﺮ ﻣﻲ وﻏﻮښﺖ ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ:
ﭘﻪ ﺧﻮب ﻛﻲ ځﺎن ﭘﻪ رڼﻮ اوﺑﻮ ﻛﻲ ﻟﻴﺪل د روﻏﺘﻴﺎ او ﺳﻼﻣﺘﻲ ﻣﻌﻨﺎ ﻟﺮي دا
ﭼﻲ ﺗﺎ ﺧړي اوﺑﻪ ﭘﻪ ﺧﻮب ﻟﻴﺪﻟﯥ ﺑﺮﻋﻜﺲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻧﺎروﻏﻪ ﺷﯥ ،ﻫﻮ زه ﻧﻪ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
67
ﻏﻮاړم ﺗﺎﺗﻪ ﻛﻮم زﻳﺎن ورﺳﻴږي ،دوه رﻛﻌﺘﻪ ﻟﻤﻮﻧځ ادا ﻛړه او ډﯦﺮ ﺗﻼوت
ﻛﻮه .
ﻫﺮه ﺷﭙﻪ ﺑﻪ د ﻛﻮر او ادې ﻳﺎد راﺳﺮه وو ،ﺗﺮ ﻧﺎوﺧﺘﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺧﻮب ﺗﻪ ﻧﻪ
ﭘﺮﻳښﻮدم،ﭘﻪ ﻫﻢ دﻏﻮ ورځﻮ ﻛﻲ ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﻫﻢ ﻛﻮر او ﻛﻠﻲ ﺗﻪ وﻻړ؛ ﻛﻪ
ﻣﺎځﻴګﺮ ﺑﻪ ﭼﻜﺮ ﺗﻪ ووﺗﻢ ﻫﻢ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺑﻪ ژر راﺗﻠﻢ ورځ ﭘﻪ ورځ ﻣﻲ د ﺧﻮﻟﯥ
ﺧﻮﻧﺪ ﺧﺮاﺑﻴﺪه ،وﺧﺖ ﺑﻪ ﻧﻪ راﺑﺎﻧﺪي ﺗﯧﺮﻳﺪه ،ﺗﺮ روژې ﭘﻮري ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ
ﻧﻪ راﻏﻰ ،ﭘﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ ورځﻮ ﻛښﻲ ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ د ﻫﻐﻪ ﻃﺎﻟﺐ ﺧﺒﺮه ﻫﻢ ﻳﺎده
ﻛړه ﭼﻲ ﻟﻪ ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻠﻠﻰ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻧﻪ دى راﻏﻠﻰ ،ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ ووﻳﻞ:
_ داﺳﻲ ﺑﺨﺘﻮر ﺧﻠﻚ او داﺳﻲ ﺑﺨﺘﻮر ﻧﺼﻴﺐ د ﻫﺮﭼﺎ ﻧﻪ وي ،ﺑﺨﺘﻮر ﺳړى
دى ﭼﻲ د ښﯥ ﺷﭙﯥ ﭘﻪ ﺷﭙﻪ ﻳﯥ د ﺷﻬﺎدت ﺟﺎم ﻧﻮش ﻛړى .
ﻣﺎﺗﻪ ﻳﯥ ګﻮﺗﻪ وﻧﻴﻮه او زﻳﺎﺗﻪ ﻳﯥ ﻛړه:
_ زه ﺑﺎور ﻟﺮم ﺗﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ ﻳﻮ ورځ داﺳﻲ ﺷﻬﻴﺪ ﺳﯥ،ﻫﻮ ﻛﻪ ﺗﻪ ﻧﻪ ﻏﻮاړې
دﺗﻮدې وﻳﻨﻲ ﭘﻪ ﺟﻮش ﻛﻲ ﻟﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ او د ﻫﻐﻮئ ﻟﻪ ﻣﺰدوراﻧﻮ ﺳﺮه
وﺟﻨګﻴږې ﭘﻪ زور دي ﻧﻪ ﻣﺠﺒﻮرم ،دا ﻳﺎد ﻟﺮه ﻫﻐﻪ ﭼﺎ ﭼﻲ د ﻣﺪرﺳﯥ ﺳړه
ﻣړۍ ﺧﻮړﻟﯥ وي ﻟﻪ دﻳﻦ ﺳﺮه ﺧﻴﺎﻧﺖ ﻧﻪ ﻛﻮي.
ﻟﻪ ﻫﻢ دې ﺳﺮه ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ ووت ،ﻣﺎﺗﻪ د ﺧﭙﻞ ﭘﻼر ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮه را ﻳﺎده
ﺳﻮه ﭼﯥ وﻳﻞ ﻳﯥ:
ﺗﺮ ﻫﺮڅﻪ وړاﻧﺪې "اﻣﻦ" ﻛﻠﻪ ﭼﻲ د ﻳﻮ ﻫﻴﻮاد ﺧﻠﻚ د اﻣﻦ ﺗﺮ ﺑﻴﺮغ او
دﺳﻮﻟﻲ ﺗﺮ ﺳﻴﻮري ﻻﻧﺪي ژوﻧﺪ وﻟﺮي ،ﺗﻌﻠﻴﻢ او ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﻛﻮي،
دﻳﻦ،ﻣﺬﻫﺐ او ﻧﺎﻣﻮس ﻳﯥ ﺧﻮﻧﺪي وي.
ﻫﻐﻪ ﺑﻪ دا ﻫﻢ وﻳﻞ:
زﻣﻮږ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﻲ رواﻧﻪ ﺟﻜړه ﭘﺮدۍ ده ،د دﻳﻦ او ﻣﺬﻫﺐ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪي
ﻧﻮري،ﻧﻮري ﺷﺨﺼﻲ او ﺳﻴﺎﺳﻲ ګټﻲ ﭘﻪ ﭘﺎم ﻛﻲ ﻧﻴﻮل ﺳﻮي دي ،ﭼﻲ
ﻗﺮﺑﺎﻧﻴﺎن ﻳﯥ زﻣﻮږ ﺑﯥ وﺳﻪ وﻟﺲ ګﺮځﻲ.
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
68
ﺳﺒﺎ ﺗﻪ روژه وه ،ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﻫﻢ راﻏﻰ ،ﭘﻪ راﺗګ ﻳﯥ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﺳﻮم،
ﻣﺎځﻴګﺮ ﻣﻬﺎل ﻣﻮ ﺟﻮﻣﺎت را ﭘﺎك ﻛړ ،ﻳﻮ ﻛﻠﻴﻮال ﻣﻘﺘﺪي ﻧﻮي ﻏﺎﻟۍ
راوړي وې ﻫﻐﻪ ﻣﻮ ﻫﻮاري ﻛړې د ﻻوډ ﺳﭙﻴﻜﺮ ﺑﻴټﺮۍ ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ
ﭼﺎرج ﻛړه ﺗﺮڅﻮ ﺑﻴﺎ ﺳﻬﺎر وﺧﺘﻲ د ﻗﺮان ﻛﺮﻳﻢ ﺗﻔﺴﻴﺮ د ﻻوډ ﺳﭙﻴﻜﺮ څﺨﻪ
وﺷﻲ ،ﻣﺎﺧﺴﺘﻦ ﻣړۍ وﺧﻮړل ﺳﻮه ،ﻟﻤﻮﻧځ او ﺗﺮاوﻳﺢ وﺷﻮې ،ﻣﻮﻟﻮى
ﺻﺎﺣﺐ راﻏﻰ او وﻳﯥ وﻳﻞ :ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﭘﺸﻠﻤﻲ ﻟﭙﺎره ﺑﻪ ﭼﺎى او ﻧﻮر ﻫﺮ څﻪ
ﭼﻲ وي زﻣﻮﻧږ ﻟﻪ ﻛﻮره راځﻲ ﻏﻢ ﻳﯥ ﻣﻪ ﻛﻮئ.
او ﻫﻢ دارﻧګﻪ ﻫﺮ ﭘﺸﻠﻤﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺧﻮﻧﺪور د ﺷﻴﺪو او ﺷﻴﻦ ﭼﺎى ،ﺳﻮﺟﻲ،
ﺣﻠﻮا او ﻳﺎ ﭘﺮاټﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ راوړې ،دﻣﺪرﺳﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ
ﺳﺘﺎﻳﻨﻪ ﻛﻮﻟﻪ او دﻋﺎګﺎﻧﻲ ﻳﯥ ورﺗﻪ ﻛړې.
ﻳﻮه ورځ د ﻏﺮﻣﯥ ﭘﻪ ﻣﻬﺎل ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﺗﻪ ﻣﻲ زﻧګ راﻏﻰ ﻟﻪ ﺗﻠﻴﻔﻮن ﺳﺮه
دﺑﺎﻧﺪي ووت ﻟﻜﻪ ﭼﻲ ﻛﻮﻣﻪ ﺧﺒﺮ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻣﺎ ﭘټﻮى ،ﺑﻴﺮﺗﻪ راﻏﻰ وې وﻳﻞ:
_ ﻣﺎ ﻓﻜﺮ وﻛړ ﻟﻪ ﻛﻮره زﻧګ دى ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﺑﻞ څﻮك وو
ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛښﻲ وروﻟﻮﻳﺪم :
_ دا دي ﺗﺮ څﻪ ﭘﻮري ووﻳﻞ ﻣﺎ ﻛﻠﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻛړې ده ﺿﺮور ﻳﻮ څﻪ ﺷﺘﻪ ﭼﻲ
ﺗﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻣﺎ ﭘټﻮې؟
ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ :
_ ورور دي وو!
ورﺗﻪ وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ ښﻪ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﻳﯥ څﻪ وﻳﻞ ﻫﺎ؟؟
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
69
دى ﭼﻲ ﭘﻮه ﺳﻮ ﺧﺒﺮه ﻧﻪ ﭘټﻴږي وﻳﯥ وﻳﻞ:
_ وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﭘﻪ ﻛﻠﻲ ﻛښﻲ ﻣﺨﺎﺑﺮاﺗﻲ ﺷﺒﻜﯥ ﺳﻮځﻮﻟﻲ؛ ورور دي ﻟﻪ ﻣﺮﻛﺰ
څﺨﻪ اړﻳﻜﻪ ﻧﻴﻮﻟﯥ وه او وﻳﻞ ﻳﯥ ،وﻳﻞ ﻳﯥ … ﺧﺒﺮه ﻳﯥ ﺳﺮه وږوﻟﻪ ،ﺳﺮ ﻳﯥ
ور ﭘټ ﻛړ وﻳﯥ وﻳﻞ:
_ ﻫﻴڅ ﻫﺴﻲ ټﻮﻛﻪ ﻣﻲ وﻛړه !
ورﺗﻪ وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ څﻪ ﻳﯥ وﻳﻞ ﺗﻪ وﻟﻲ ﻟﻪ ﻣﺎ ﺧﺒﺮه ﭘټﻮې؟
ﺳﺮ ﻳﯥ را ﻟﻮڅ ﻛړ ،ګړۍ ﺗﻪ ﻳﯥ وﻛﺘﻞ د ﻟﻤﺎﻧځﻪ وﺧﺖ دى ،را وﻻړ ﺳﻮ وﻳﯥ
وﻳﻞ:
_ ورور دي ﺳﻼﻣﻮﻧﻪ وﻳﻞ ﻧﻦ ﻳﺎ ﺳﺒﺎ ﺑﻪ اړﻳﻜﻪ درﺳﺮه وﻧﻴﺴﻮ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ
راﺷﯥ ﻛﻮرﻧۍ ﻣﻮ ګﺎوﻧډي ﻫﻴﻮاد ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﻪ ځﻲ ﭘﻪ ﻛﻠﻲ ﻛښﻲ ژوﻧﺪ ﺳﻮر
اور دى .
درب ور ﻳﯥ را ﭘﻮري ﻛړ او ﻟﻪ ﺧﻮﻧﻲ ووت.
ﭘﻪ ﺳﺒﺎ ورځ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ د ورور ﺗﻠﻴﻔﻮن راﻏﻰ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻫﻴﭽﺎ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﻲ زه
ﻟﻪ ﻣﺪرﺳﯥ څﺨﻪ وﻻړﺳﻢ ،ﻳﻮازي د ادې ﺧﺒﺮه ﻣﻲ وﻣﻨﻠﻪ ،زه او ﻗﺎري
ﺻﺎﺣﺐ ﻣﺦ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ را روان ﺷﻮ ،څﻮ ﻗﺪﻣﻪ ﻻ ﻧﻪ وو راﻏﻠﻲ ﭼﻲ ﻣﻮﻟﻮى
ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ ﻣﺨﻪ راﻏﻰ ﻣﺎﺗﻪ ﻳﯥ ﻳﻮ څﻮ اﻓﻐﺎﻧۍ راﻛړې او ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ د ﺑﻴﺎ
راﺗﻠﻮ ﻳﯥ ﭘﻪ ټﻴﻨګﺎر ﺳﺮه راﺗﻪ ووﻳﻞ.
د ﻻري ﭘﻪ اوږدو ﻛﻲ ﻫﻢ دا ﻓﻜﺮ راﺳﺮه وو ،ﭼﻲ وﻟﻲ زه ﭘﻪ ﻛﺮاره ﺳﺮه درس
ﻧﺴﻢ وﻳﻠﻰ ،ﻛﻪ ﻫﻢ دا ﻳﻮه ﻣﻴﺎﺷﺖ ﻧﻮر دﻟﺘﻪ ﭘﺎﺗﻲ ﺳﻮى واى ﻛﺘﺎب ﺑﻪ ﻣﻲ
ﺧﻼص ﺳﻮى وو ،د ﭘﻼر ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮ ﻣﻲ ذﻫﻦ ﺗﻪ راﻏﻠﻪ ﭼﯥ وﻳﻞ ﺑﻪ ﻳﯥ
ﻫڅﻪ وﻛړئ ﻫﻢ دا ﻧﻦ ﻣﻮ د زده ﻛړو وﺧﺖ دى ﻛﻠﻪ ﭼﻲ زه ﻣړ ﺳﻮم ﻧﺎﻣﻤﻜﻦ
ﭼﻲ ﺗﺎﺳﻮ ﺑﻪ درس وواﻳﺎﺳﺖ ،،
ﻛﺎﺑﻞ ﻟﻪ ﻛﻮټﻪ ﺳﻨګﻲ ﺳﺮه ﻧﮋدې ﻟﻪ ټﻴﻜﺴﻲ راښﻜﺘﻪ ﺷﻮ او د ﺳړك ﻟﻪ ژۍ،
ژۍ ﺳﺮه ﻏﻠﻲ روان وو ﭼﻲ ﻳﻮ ﭼﺎ راﭘﺴﻲ ﻏږ ﻛړو ،ﻣﺎ وﻟﻴﺪل ﭼﻲ ادې او
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
70
ﻛﻮﭼﻨﻲ وروڼﻪ ﻣﻲ د ﺳړك ﻟﻪ ﻏﺎړي ﺳﺮه ﭘﻪ ﻟﻤﺪه او ﻛﻜړه ځﻤﻜﻪ ﻧﺎﺳﺖ وو،
ﻣﺸﺮ ورور ﭼﻲ ﺧﻮﻟﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ﺧﻨﺪا ډﻛﻪ وه زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه ﺳﺘړې ﻣﺸﯥ وﻛړه،
ادې ﺗﻪ ﻣﻲ ور ﻣﻨډه ﻛړه ،دواړه ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻣﻲ ﺗﺮ ﻏﺎړه ورﭼﺎﭘﯧﺮ ﻛړل او ښﻪ ډﯦﺮ
ﻣﻮ ﺳﺮه وژړل دا زﻣﻮږ د ﺟﺪاﻳﻲ د درد او ﭘﻪ وﺻﺎل ﻛﻲ د ﺧﻮښۍ اوښﻜﻲ
وې.
ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﻣﻮ رﺧﺼﺖ ﻛړ ،ﻣﻮټﺮ ﺗﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮ ،د ﻛﺎﺑﻞ ښﺎر ﺗﺮ دﻧګﻮ،
رﻧګﻴﻨﻮ وداﻧﻴﻮ ،ﻣﺎرﻛﻴټﻮﻧﻮ او دوﻛﺎﻧﻮ راﺗﯧﺮ ﺷﻮل ،څﻮﻣﺮه ﭼﻲ ﻣﻮټﺮ ﻟﻪ
ښﺎره ووت دوﻣﺮه ﺑﻪ ځﻮرﻳﺪم.
ادې زﻣﺎ د ﺗﻴﺮو ﺷﭙﻮ او ورځﻮ ﭘﻪ اړه ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﻛﻮﻟﯥ ﻛﻮﻣﻲ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻣﺪرﺳﻪ
ﻛښﻲ ﺗﻴﺮي ﺷﻮي وې ،زړه ﻧﺎ زړه ﻣﻲ ځﻮاب ورﻛﺎوه ،ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻣﺎ ﻟﻪ ادې
څﺨﻪ د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﻪ ﺗﻠﻮ ﻋﻠﺖ وﭘﻮښﺖ ،ﻫﻐﯥ ووﻳﻞ:
_ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ دي ﻣﺸﺮ ورورﺗﻪ ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﺗﻮر ګﻮاښ ﻛړى ﭼﻲ ګﻮاﻛﻲ دى د
دوﻟﺖ ﺳﺮه د ﺟﺎﺳﻮس ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻛﺎر ﻛﻮي ،ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﻳﯥ ﺟﻮﻣﺎت ﺗﻪ ﻟﻴﻜﻮﻧﻪ
راﻟﻴږل ﭼﻲ ﻟﻪ دوﻟﺖ څﺨﻪ دي ﻻس واﺧﻠﻲ د دې ﻟﭙﺎره ﭼﻲ ﻣﻮږ ﻣﻄﻤﻴﻦ ﺳﻮ
ﻳﻮڅﻪ وﺧﺖ دي ﻟﻪ ﻫﻴﻮاده دﺑﺎﻧﺪي وﻻړ ﺳﻲ ،ﺑﻶ ﺧﺮه ﻣﻮږ دې ﺗﻪ ﻣﺠﺒﻮره
ﺷﻮ ﭼﻲ ﻛﻠﻰ ﭘﺮﯦږدو او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺗﻪ وﻻړ ﺳﻮ.
زه ډﯦﺮ ﺗږى ﺳﻮم ﺧﻮ اوﺑﻪ ﻣﻲ ﻧﻪ څښﻠﯥ ځﻜﻪ ﭼﻲ روژه وه ،د ﻣﺸﺮ ورور او
ادې ﻫﻢ روژه وه ،ﺧﻮ ﻛﻮﭼﻨﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﻣﺎﺷﻮم څﺨﻪ اوﺑﻪ راﻧﻴﻮﻟﯥ
ﭼﻲ د ﺳړك ﻟﻪ ﻏﺎړي ﺳﺮه ﭘﻪ ﺧﻴﺮﻧﻮ ﺟﺎﻣﻮ ﻛښﻲ وﻻړ وو.
د ﻻري ﭘﻪ اوږدو ﻛﻲ ﺧﻮب وړى وم ،ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﻮټﺮ ودرﻳﺪ را وﻳښ ﺳﻮم
ﻛﻪ ګﻮرم ﻣﻮټﺮ د ﺳړك ﻟﻪ ﻏﺎړي ﺳﺮه وﻻړ دى او د ﭼﻨﺎروﻧﻮ او وﻧﻮ ﻫﺎ ﺧﻮا
ﺗﻪ ﭘﺮﻳﻤﺎﻧﻪ رڼﯥ اوﺑﻪ ﺑﻬﻴﺪې ،ﻟﻪ ﻣﺸﺮ ورور ﻣﻲ دځﺎى ﭘﻪ اړه ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه،
ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ:
دا د ﺳﺮوﺑﻲ رواﻧﻲ اوﺑﻪ ﺑﻮﻟﻲ اﺻﻞ ﻛښﻲ دا د ﻛﺎﺑﻞ ﺳﻴﻨﺪ اوﺑﻪ دي ﻛﻠﻪ
ﭼﻲ دﻛﺎﺑﻞ ﻟﻪ ښﺎر څﺨﻪ ﺗﻴﺮﻳږي د ﺗﻴﻨۍ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﻲ د ﻟﻮګﺮ ﺳﻴﻨﺪ ور ﺳﺮه
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
71
ﻳﻮځﺎى ﻛﻴږي او ﺑﻴﺎ د ﺗﻨګﻲ ﻏﺎر ﺗﻪ داﺧﻠﻴږي ﻫﻢ دارﻧګﻪ د ﭘﻨﺠﺸﻴﺮ ﺳﻴﻨﺪ
ورﺳﺮه ﻳﻮځﺎى ﺷﻲ ،د ﺳﺮوﺑﻲ ﻧﻪ وروﺳﺘﻪ ورﻳښﻤﻴﻦ ﺗﻨګﻲ ﺗﻪ داﺧﻠﻴږي،
داﺳﯥ ﻟﻐﻤﺎن ﺗﻪ او ﺑﻴﺎ د ﻛﻨړ ﺳﻴﻨﺪ ورﺳﺮه ﻳﻮځﺎى ﻛﻴږي او بﻻﺧﺮه د
ﭘﻴښﻮر ﺳﻴﻤﻲ ﺗﻪ ځﻲ ﭼﻲ د اټﻚ ﭘﻪ ﺳﺎﺣﻪ ﻛﻲ زړه ﻧﺎ زړه د ﺳﻨﺪ ﻟﻪ ﺳﻴﻨﺪ
ﺳﺮه ﻳﻮځﺎى ﻛﻴږي.
زه د ﺳړك ﻟﻪ ژۍ اوﺑﻮ ﺗﻪ ورښﻜﺘﻪ ﺳﻮم ،اودس ﻣﻲ ﺗﺎزه ﻛړ ،دوه ،دوه
رﻛﻌﺘﻪ د ﺳﻔﺮ ﻟﻤﻮڼځ ﻣﻮ وﻛړ او ﻣﺦ ﭘﻪ ﻧﻨګﺮﻫﺎر وﺧﻮځﻴﺪل ،د ﻣﺎځﻴګﺮ
ﻟﻤﻮﻧځﻮﻧﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ ﻧﻨګﺮﻫﺎر ﻛﻲ ادا ﻛړل ،ﺳﺘﺮګﻪ ﻟﻮﻳﺪو ﺗﻪ ﺗﻮرﺧﻢ ﺑﻨﺪر ﺗﻪ
ورﺳﻴﺪل ،د ﺗﻮرﺧﻢ ﭘﻪ ﺑﻨﺪر ﻛښﻲ ﻣﻮ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻲ ﻋﺴﻜﺮو ﺗﻪ ﺳﻞ روﭘۍ ﭘﻪ
ﻫﻢ دې ﺧﺎﻃﺮ ورﻛړې ﭼﻲ ﻣﻮﻧږ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﻳﻮ او ﭘﻪ ﻏﯧﺮﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ډول د
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﺧﺎوري ﺗﻪ ځﻮ ،ﻣﺎ ووﻳﻞ:
ﻟﺮ او ﺑﺮ ...ﺧﺒﺮه ﻣﻲ ﻻ ﭘﻮره ﻧﻪ وه ﭼﻲ ﻣﺸﺮ ورور ﻣﻲ ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﻻس راوﻧﻴﻮ
او وﻳﯥ وﻳﻞ:
دﻟﺘﻪ دا ﺧﺒﺮي ﻣﻪ ﻛﻮه دا د دې ﺧﺒﺮو ځﺎى ﻧﻪ دى ﻧﺎوﺧﺘﻪ ﻛﻴږي ﻣﻮﻧږ ﺑﺎﻳﺪ ژر
ﺗﺮ ژره ﻣﺰل ﺗﺮ ﻣﻨﺰﻟﻪ ورﺳﻮو.
ﻛﻠﻪ ﭼﻲ د ﺧﻴﺒﺮ ﺗﺮ دروازه ﺗﯧﺮﺳﻮ ،دا وﺧﺖ د ﻣﺎښﺎم اذاﻧﻮﻧﻪ ﻫﻢ وﺷﻮل ،ﭘﻪ
ﻫﻢ دې ﺳﻴﻤﻪ ﻛښﻲ د ﻳﻮ ﺟﻮﻣﺎت ﺳﺮه ﻣﻮټﺮ ودرﻳﺪ ،د ﺟﻮﻣﺎت ﻣﺨﻲ ﺗﻪ
ﻧﺎﺳﺘﻮ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﺳړې اوﺑﻪ او ﺧﺮﻣﺎوي راﻛړې روژه ﻣﺎت او ﻟﻤﻮﻧځﻮﻧﻪ
ﻣﻮ وﻛړل ،ﭘﯧښﻮر ﺗﻪ ﭼﻲ رﺳﻴﺪﻟﻮ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻫﻮټﻞ ﻛښﻲ ﻣﻮ ﻣړۍ وﺧﻮړه دا
ځﻜﻪ ﭼﻲ ټﻮﻟﻪ ورځ ﻣﻮ ﻫﻴڅ ﻫﻢ ﻧﻪ وو ﺧﻮړﻟﻲ .ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﺷﭙﻪ د ﻻﻫﻮر ښﺎر
ﺗﻪ وﺧﻮځﻴﺪو ،ﺳﻬﺎر اذاﻧﻮﻧﻪ ﺷﻮي وو ﭼﻲ ﻻﻫﻮر ﺗﻪ ورﺳﻴﺪﻟﻮ ،ﭘﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ
ورځ ﻣﻮﻧږ روژه ﻧﻪ وﻧﻴﻮه ﻳﻮ ﺧﻮ د ﭘﺸﻠﻤﻲ وﺧﺖ ﺗﯧﺮ ﺳﻮى و و او ﺑﻞ ډﯦﺮ
زﻳﺎت ﺳﺘړي ﺳﻮي وو .
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
72
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
74
دﻟﺘﻪ ﻣﻲ ﻳﻮ ﺑﻞ ښﻪ ﻣﻠګﺮى ﻫﻢ ﭘﻴﺪا ﻛړ ،درﺳﻮﻧﻪ ﭘﻴﻞ ﺷﻮل ،دې ﻣﻠګﺮي ﭘﻪ
درﺳﻮﻧﻪ ﻛﻲ زﻣﺎ ﺳﺮه ډﯦﺮه ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻛړه او ﻫﻢ دا رﻧګﻪ د اړﺗﻴﺎ وړ ﺷﻴﺎﻧﻮ د
اﺧﻴﺴﺘﻠﻮ ﻟﭙﺎره ﻳﯥ ﭘﻴﺴﯥ ﻫﻢ راﻛﻮﻟﯥ ،ﻛﻠﻪ ،ﻛﻠﻪ ﺑﻪ ﻛﻮر ﺗﻪ ﻫﻢ ورﺳﺮه ﺗﻠﻢ،
ﻣﻮر ﻳﯥ ډﯦﺮه ﻣﻬﺮﺑﺎﻧﻪ ښځﻪ وه ،زه ﻳﯥ ﻫﻢ ﺧﭙﻞ زوى ﻛړم ،د ﺟﻤﻌﯥ ورځ ﭼﻲ
رﺧﺼﺖ ﺑﻪ ﺳﻮم ﻟﻪ ده ﺳﺮه ﺑﻪ ﻳﻮ وار ﺿﺮور ﻛﻮر ﺗﻪ ﺗﻠﻢ ﻛﻪ ﺑﻪ ﻧﻪ ورﻏﻠﻢ ﻣﻮر ﺑﻪ
ﻳﻲ ﺧﻔﻪ ﻛﯧﺪه ،زﻣﺎ ﺑﺮﺧﻪ وﭼﻪ او ﻟﻤﺪه ﻣﻴﻮه ﺑﻪ ﻳﯥ ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ راﻟﻴږﻟﻪ ،ﻣﺎﺗﻪ
ﻫﻢ ﻟﻜﻪ ﺧﭙﻠﻪ ادې داﺳﻲ زړه ﺗﻪ راﻧﮋدې وه.
د ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ څﻮ ﻧﻮرو ﺷﺎګﺮداﻧﻮ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﻣﺪرﺳﻪ ﻛښﻲ درس واﻳﻪ،
د ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ ﻧﻮم ﺑﻪ ﻳﯥ ﻫﺮوﺧﺖ ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪ وو ،ﺧﺼﻮﺻﺎً د ﻣﻮﻟﻮي ﺻﺎﺣﺐ
ﻳﻮه ﺷﻴﺒﻪ ﻫﻢ ﻟﻪ ﻳﺎده ﻧﻪ ووت ،ﻗﺎرى ﺻﺎﺣﺐ رښﺘﻴﺎ ﭼﻲ د اﺧﻼﻗﻮ ﻳﻮه ښﻪ
ﻧﻤﻮﻧﻪ وه ،د ﻫﻐﻪ ﺑﻨﺪﻳﺨﺎﻧﯥ ﺗﻪ ﺗګ ﭘﻪ ﺷﺎګﺮداﻧﻮ ډﯦﺮ اﺛﺮ ﻛﺎوه ځﻜﻪ ﺧﻮ ﺑﻪ
ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ ﻫﺮ وﺧﺖ د زﻧﺪان ﻇﻠﻤﻮﻧﻪ ﺑﻴﺎﻧﻮل او زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻏﻮږوﻧﻮ
ﻛښﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ د ﻗﺎري ﺻﺎﺣﺐ د ﺧﻼﺻﻮن ﻟﭙﺎره د ﭘﺎڅﻮن ﺧﺒﺮي راڅڅﻮﻟﯥ
ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ:
_ ﻫﻐﻪ ﺑﻨﺪﻳﺎن ﭼﻲ ﺣﺎﻓﻆ او ﻳﺎ دﻳﻨﻲ ﻋﺎﻟﻢ وي ،ﭘﻪ ﺑﯧﻼ ﺑﯧﻠﻮ ﺑﻬﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﺳﺨﺘﻮ
ﺷﻜﻨﺠﻮ ﻧﻴﻮل ﻛﻴږي ،ﺧﻮب ﺗﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ ﭘﺮﻳږدي ،ﺑﺮﻗﻲ ﺷﺎټﻮﻧﻪ ورﻛﻮي د
ﻣﺮګ ﺗﺮ ﭘﻮﻟﻲ ﻳﯥ رﺳﻮي ،دوى ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﺎل ﻛﻲ ﻳﻮه ﺟﻮړه ﺟﺎﻣﯥ ورﻛﻮل
ﻛﻴږي ،ﺧﭙﻠﻲ ﺟﺎﻣﯥ ﻧﻪ ور ﭘﺮﻳږدي ،ﻫﻐﻪ ﺷﻴﺎن ﭼﻲ د ﺳﺮه ﺻﻠﻴﺐ ﻟﻪ ﺧﻮا
ﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ورﻛﻮل ﻛﻴږي ﻋﺴﻜﺮ ﻳﯥ ﭘټﻮي ،اوﺑﻪ او ﺧﻮراك ﭘﺨﭙﻞ وﺧﺖ ﻧﻪ
ورﺗﻪ رﺳﻴږي ،او ﻫﻢ دارﻧګﻪ ځﻨﻲ ﺑﻨﺪﻳﺎن ﻟﻪ روﻏﺘﻴﺎﻳﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه ﻣﺦ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
75
وي ،ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ د ﻧﻮﻣﻮړي د ﻋﻼج ﻟﭙﺎره اﺟﺎزه ﻧﻪ ورﻛﻮل ﻛﻴږي او ﻧﻪ
ﻫﻢ دوى د ﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺗﺪاوي ﻛﻮي ،ﭼﻲ ﻟﻪ اﻣﻠﻪ ﻳﯥ ډﯦﺮ ﺑﻨﺪﻳﺎن ﻣړه ﺷﻲ.
ﭘﻪ دې ورﺳﺘﻴﻮ ﻛښﻲ ﻣﻲ دا ﻣﻠګﺮى وﺧﺖ ﻧﺎ وﺧﺘﻪ ﭘﻪ اوﻧۍ ﻛﻲ څﻮ ،څﻮ
واره ﻟﻪ ﻣﺪرﺳﯥ څﺨﻪ د ﻛﻮر ﭘﻪ ﺑﻬﺎﻧﻪ ﺑﻪ وﻻړو ﺑﻶﺧﺮه ﭘﺴﯥ ورك ﺳﻮ او ﻧﻪ
راﻏﻰ ،ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﻮﻧږ ﺧﺒﺮﻳﺪل ﻫﻐﻪ ﺑﻠﻲ ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ ﺗﻠﻠﻰ وو.
زه ﻳﻮ څﻪ وﺧﺖ ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﻣﺪرﺳﻪ ﻛښﻲ ﭘﺎﺗﻲ ﺳﻮم او ﺧﭙﻞ درﺳﻮﻧﻪ ﻣﻲ
وﻳﻞ ،ﻳﻮه ورځ ﻳﻮ ﻃﺎﻟﺐ دا ﺧﺒﺮه وﻛړه ﭼﻲ ﺧﺒﺮه ﺳﭙﻴﻨﻪ ده:
_ ﻟﻪ ﻧﻦ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ د ﻣﻼ ﺻﺎﺣﺐ ﻟﻪ ﻛﻮره د ﻣﺪرﺳﯥ ﭼڼﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ اوﺑﻪ ﻧﻪ
راځﻲ دا ځﻜﻪ ﭼﻲ د ﻣﻼ ﺻﺎﺣﺐ ﻟﻮر ﻟﻪ ﭼڼﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺳﭙﻴﻦ ﺳﺘﺮګﯥ ﻛﻴږي.
ﻳﻮ ﺑﻞ ﻃﺎﻟﺐ ﺗﺮ ﻛړﻛۍ ﺳﺮ را اﻳﺴﺘﻪ ﻛړ ﭼﻲ زﻣﻮږ ﺧﺒﺮي ﻳﯥ اورﻳﺪﻟﯥ
ووﻳﻞ:
_ ښﻪ ﻧﻮ څﻪ ﺑﻪ ﻛﻮو ﭘﻪ ﻣﺪرﺳﻪ ﻛښﻲ ﺗﻮدې څﻪ ﭼﻲ ﻳﺨﯥ اوﺑﻪ ﻫﻢ ﻧﺴﺘﻪ
ﻣﺠﺒﻮر ﻳﻮ ﭼﻲ د ﻣﻼﺻﺎﺣﺐ ﻟﻪ ﻛﻮره د اوداﺳﻪ او څښﺎك ﻟﭙﺎره اوﺑﻪ
راوړو ،ﻛﻠﻰ ﻛﻮﻣﻪ داﺳﻲ ﻋﺎﻣﻪ وﻳﺎﻟﻪ ﻳﺎ ﻧﻠﻜﻪ ﻧﻠﺮي ﭼﻲ د ﻧﻮرو ﺧﻠﻜﻮ ﺳﺮه،
ﺳﺮه د ﻣﺪرﺳﯥ ﭼڼﻴﺎن ﻫﻢ اوﺑﻪ ورڅﺨﻪ راوړي.
دا ﺧﺒﺮي ﻧﻦ د ﻣﻼﺻﺎﺣﺐ او ﭼڼﻴﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﻫﻢ ﺳﻬﺎر ﻟﻪ ﻟﻤﺎﻧځﻪ وروﺳﺘﻪ
وﺳﻮې ،دوئ ﭘﺮﻳﻜړه وﻛړه ﻟﻪ ﻧﻦ وروﺳﺘﻪ ﺑﻪ اوﺑﻪ د ګﻞ اﻏﺎ ﺧﺎن ﻟﻪ ﻛﻮره
راوړي ځﻜﻪ د ﻫﻐﻮئ ﻛﻮر د ﻣﻼ ﺻﺎﺣﺐ د ﻛﻮر ﭘﻪ ﻧﺴﺒﺖ و دوئ ﺗﻪ ﻧﮋدې
دى؛ اوس ﭼﻲ ګﻞ اﻏﺎ ﺧﺎن څﻪ واﻳﻲ دا ﺑﻪ وروﺳﺘﻪ ﻣﺎﻟﻮﻣﻪ ﺳﻲ .
ﻏﺮﻣﻪ ﭼﯥ د ﺷﻨﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ﭼڼﻲ د ګﻞ اﻏﺎ ﺧﺎن ﻛﻮر ﺗﻪ د اوﺑﻮ ﻟﭙﺎره ورﻏﻠﻰ،
ﻳﻮه ﺑﻮﻛﻪ اوﺑﻪ ﻳﯥ ورﻛړې ﭼﻲ دا ﺑﻪ ﻳﯥ ﻟﻮﻣړﻧۍ او اﺧﺮﻧۍ ﺑﻮﻛﻪ اوﺑﻪ وي
ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻧﻪ راځﯥ ،ځﻜﻪ ﺷﻴﻦ ﺳﺘﺮګﻰ ﭼڼﻰ د ګﻞ اﻏﺎ ﺧﺎن اﻛﺎ د ﻣﻴﺮﻣﻨﻲ ﭘﻪ
ﺳﺘﺮګﻮ ﺑﻴﺨﻲ ښﻪ ﻧﻪ ورځﻲ.
وﻣﻲ وﻳﻞ
_ ﻧﻮ ﭼﺎره څﻪ ده؟
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
76
ﻃﺎﻟﺐ ﭘﻪ ﻏﺼﻪ ﺳﻮ وﻳﯥ وﻳﻞ:
_دوئ واﻳﻲ ﭼﻲ ﺷﻨﯥ ﺳﺘﺮګﻰ ﺑﻪ ﻧﻪ ورځﻲ ﻛﻮم ﺑﻞ ﻳﻮ دي اوﺑﻪ راوړي
ﻣﻬﻤﻪ ﻧﻪ ده ﭼﻲ ﺷﻴﻦ ﺳﺘﺮګﻰ ﺑﻪ اوﺑﻪ راوړي .
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ ﺷﻴﻦ ﺳﺘﺮګﻰ ﺑﻪ څﻪ ﻛﻮي د ﭘﻴﺎﻟﻮ وﻳﻨځﻠﻮ ﻫﻢ ﻧﻪ دى ﺗﯧﺮه ﺷﭙﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ د
ﻧﺎﻇﻢ اﻟﻄﻠﺒﺎ ګﻴﻼس ﻣﺎت ﻛړى وو؛ ور زﻳﺎﺗﻪ ﻣﻲ ﻛړه:
_ ﺳﻤﻪ ده ﺷﻴﻦ ﺳﺘﺮګﻰ ﺑﻪ وﭼﻪ ډوډۍ راټﻮﻟﻮي ،ﻛﺎﻛﻮ ﺑﻪ دﻳګ ﭘﺨﻮي،
اﻣﻴﻦ ﺑﻪ د ګﻞ اﻏﺎ ﺧﺎن اﻛﺎ ﻟﻪ ﻛﻮره اوﺑﻪ راوړي ﻓﻴﺼﻠﻪ وﺳﻮه.
اوس ټﻮل ﺧﭙﻞ ،ﺧﭙﻞ ﻛﺎروﻧﻪ ﻛﻮي ﻻﻛﻦ ﻣﻼ ﺻﺎﺣﺐ درس ﺗﻪ ﻧﻪ راځﻲ ﺑﺎﻳﺪ
ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻳﯥ وﻛړو ﭼﻲ څﻪ ﻛﻴﺴﻪ ده؛ ﻟﻮر ﻳﯥ ﻣﺎځﻴګﺮ ﻏﻮا ﭘټﻲ ﺗﻪ ﺑﻴﻮﻟﯥ،
ﻣﻴﺮﻣﻦ ﻳﯥ ﻫﻢ دروازې ﺗﻪ ﭘﻪ ﭘﻴﺸﻮ ﭘﺴﯥ راوﺗﻠﻲ وه ،ﺧﻮ ﻣﻼ ﺻﺎﺣﺐ ﻧﻦ
څﻮوﻣﻪ ده ﺟﻮﻣﺎت ﺗﻪ ﻧﻪ راځﻲ ﻛﻠﻴﻮال ﻳﯥ ﻟﻪ ﭼﺎ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړي ؟
زه ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ د ﻣﻼﺻﺎﺣﺐ ﺳﺮه ﻣﻲ دوﻣﺮه ﻧﻪ ﻟګﻴږي ﺑﺎﻳﺪ ورﺳﻢ او
ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻳﯥ وﻛړم ،ورﻏﻠﻢ ﻣﻴﺮﻣﻦ ﻳﯥ ﭘﻪ څﻜﻮ ﺷﻮﻧډو ووﻳﻞ:
_ ﺧﺒﺮه ﻧﻪ ﻳﻢ !
ﺑﻴﺮﺗﻪ راﻏﻠﻢ او ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﻓﻜﺮ ﻛښﻲ وم ﻧﺎﻇﻢ ﺗﻪ ﻣﻲ ووﻳﻞ:
_ ﻧﻦ ﻫﻮا ﺳﻤﻪ ده؛ د ﻣﻼﺻﺎﺣﺐ اﺣﻮال ﺑﻪ ﻳﻮ ﻧﻪ ﻻ ﻳﻮ څﻮك راوړي ،ﺗﻪ
ﻳﻮځﻞ د ﻣﻴﺮ اﺣﻤﺪ ﻛﻮر ﺗﻪ ورﺳﻪ ﻣﻴﺮ اﺣﻤﺪ د ﻣﻼ ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻮخ ﻳﺎر دى.
_ﻣﻴﺮ اﺣﻤﺪ ﺗﻪ ورﻏﻠﻢ ﻫﻐﻪ ﻫﻢ واﻳﯥ :
ﺧﺒﺮ ﻧﻪ ﻳﻢ !
اوس ﭼﺎره څﻪ ده؟
ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﻓﻜﺮ ﻛﻲ وم؛ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ دوه ،درې د ﻣﻮټﺮ ﻫﺎرن ووﻫﻞ ﺳﻮ ،ور
ووﺗﻢ ﻧﺎ اﺷﻨﺎ څﻮك دى ،دﺳﻤﺎل ﻳﯥ ﺗﺮ ﺧﻮﻟﯥ ﺗﺎو ﻛړى ،را ښﻜﺘﻪ ﺳﻮ ،د
ﻣﻮټﺮ ﻛﻴڼ اړخ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻣﻨډه ﻛړه دروازه ﻳﯥ ور ﺧﻼﺻﻪ ﻛړه ،ﻣﻼ ﺻﺎﺣﺐ را
ښﻜﺘﻪ ﺳﻮ ،ﻣﻮټﺮ ﻳﯥ رﺧﺼﺖ ﻛړ او ﻛﻮر ﺗﻪ ﻧﻨﻮوت.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
77
ﻣﺎځﻴګﺮ ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﺗﻪ ﺟﻮﻣﺎت ﺗﻪ راﻏﻰ زﻣﺎ د ﻳﻮې ﭘﻮښﺘﻨﻲ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛښﯥ
ووﻳﻞ:
_ ﭘﻪ ﻣﺪرﺳﻪ ﻛﯥ د اوﺑﻮ ﻧﻪ ﺷﺘﻮن دا ﻫﺮڅﻪ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﺘﻮ ﺳﺮه ﻣﻲ د ښﻜﺘﻪ
وﻟﺴﻮاﻟۍ څﺨﻪ ﭼﻨﺪه را ټﻮﻟﻪ ﻛړه ،ﺗﺮ څﻮ دا ﺳﺘﻮﻧﺰي ورﺑﺎﻧﺪي ﺣﻞ او ﺑﻞ ﺗﻪ
ﻣﻮ ﻻس اوږد ﻧﻪ ﺷﻲ.
څﻮ ﺷﭙﯥ وروﺳﺘﻪ ﻣﻼ ﺻﺎﺣﺐ ﻣﻮټﺮ ﻫﻢ واﺧﻴﺴﺖ ،ﻛﻠﻪ ،ﻛﻠﻪ ﻳﯥ د دروازې
ﻣﺨﻲ ﺗﻪ ﭘﻪ ﭼڼﻴﺎڼﻮ وﻳﻨځﻪ؛ او ﻫﻮ رښﺘﻴﺎ ﻟﻪ ﻣﻼ ﺻﺎﺣﺐ ﺳﺮه ﺳﻮر رﻧګﻪ
ﺳﺮاﭼﻪ ﻣﻮټﺮ ﺑﻴﺨﻲ ښﻪ ښﻜﺎري ﺧﻮ ﺑﺸﭙړ ﻛﺎل ووت د ګﻞ اﻏﺎ ﺧﺎن ﻟﻪ ﻛﻮره
اوﺑﻪ راځﻲ ﭘﻪ ﻣﺪرﺳﻪ ﻛﻲ د اوﺑﻮ ﻧﻴﺴﺘﻲ ،ﻫﺴﺘﻲ ﻧﻪ ﺳﻮه.
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
78
د ﺷﭙﯥ ﻧﺎوﺧﺘﻪ ډﯦﺮ ﺗږى ﺳﻮى وم ،را ﭘﻮرﺗﻪ ﺳﻮم ﭘﻪ ﺑﺪﻧۍ ﻛښﻲ اوﺑﻪ ﻧﻪ
وې ،ﭘﻪ اوﺑﻮ ﭘﺴﯥ د ﻣﺪرﺳﯥ اﻧګړ ﺗﻪ راووﺗﻢ ﺳﭙﻮږﻣۍ ﺑﺸﭙړه وه او ټﻮل
اﻧګړ ﻳﯥ روښﺎﻧﻪ ﻛړى وو ،دا وﺧﺖ ﻛﻪ ګﻮرم د ﻣﺪرﺳﯥ ﻟﻪ څﻠﻮرو ﺧﻮاوو د
ﻟﻴﺰر ﺳﺮې ﺑﺘۍ را ﺑﺎﻧﺪي واﭼﻮل ﺳﻮې ،وډار ﺳﻮم ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ دې ﭼﻲ اوﺑﻪ
وڅښﻢ ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ ﻧﻨﻮﺗﻢ او ﻧﻮر ﭼڼﻴﺎڼ ﻣﻲ راوﻳښ ﻛړل ،ﻣﺨﺎﻣﺦ دروازه
ﺧﻼﺻﻪ ﺳﻮه او د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ټﺎﻧﻚ د ﻣﺪرﺳﯥ اﻧګړ ﺗﻪ را دﻧﻨﻪ ﺳﻮ ،څﻮ ﺗﻨﻪ
اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮو د ﺑﺎم ﻟﺨﻮا ﭼﻮﺗﺮې ﺗﻪ راټﻮپ ﻛړل ،ﺧﻮﻧﻲ ﺗﻪ راﻧﻨﻮﺗﻞ،
زﻣﻮږ ﭘﻪ ﺳﺮوﻧﻮ ﻳﯥ د ټﻮﭘﻚ ﺷﭙﻴﻠۍ وﻧﻴﻮې ،ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻮ ﻳﯥ ﭘټۍ را وﺗړﻟﯥ او
اﻧګړ ﺗﻪ ﻳﯥ راوﻳﺴﺘﻞ ،زﻣﺎ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل ټﻮل ﭼڼﻴﺎن ﺣﻴﺮان وو او ﻫﻐﻪ ﻋﺴﻜﺮ
ﻳﯥ څﺎرل ﭼﻲ زﻣﻮږ ﺑﺴﺘﺮې ﻳﯥ ﺗﺮ ﻛړﻛۍ اﻧګړ ﺗﻪ را ﻏﻮرځﻮﻟﯥ ،د
اﺷﭙﺰﺧﺎﻧﯥ ور ﻳﯥ ﻣﺎت ﻛړ ،ښﻪ ﺗﺮ ډﯦﺮه ﻳﯥ ﺗﻼﺷﻲ وﻛړه ﻓﻜﺮ ﻛﻮم ﻫﻐﻪ څﻪ
ﭼﻲ دوى ﻳﯥ ﭘﻪ ﻟټﻪ وو ﭘﻴﺪا ﻧﻪ ﻛړل ،دوه ﺗﻨﻪ ﻋﺴﻜﺮ زﻣﺎ ﺧﻮا ﺗﻪ راﻏﻠﻞ زﻣﺎ
ﻟﻪ ﺧﻮﻟﯥ ﻳﯥ ﭘټۍ ﺧﻼﺻﻪ ﻛړه ،ﻳﻮ ﺗﻦ ﻋﺴﻜﺮ ﭼﯥ زه ﻳﯥ ﺗﺮ ﻣټ ﻧﻴﻮﻟﻰ وم
راﺗﻪ ووﻳﻞ:
_ زه ﻟﻪ دوى ﺳﺮه اﻓﻐﺎن ژﺑﺎړن ﻳﻢ دا اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮ ﻏﻮاړي ﻟﻪ ﺗﺎ څﺨﻪ
څﻮ ﭘﻮښﺘﻨﻲ وﻛړي ،اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮ ﻟﻪ ژﺑﺎړن ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﻛړې ژﺑﺎړن زﻣﺎ
څﺨﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻲ ﻛړې او ځﻮاﺑﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮ ﺗﻪ وﻳﻞ :
_ ﻧﻦ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﻣﺪرﺳﻪ ﻛښﯥ د ﻧﺎﺑﻠﺪه ﻛﺴﺎﻧﻮ ﻧﺎﺳﺘﻪ وه؟
وﻣﯥ وﻳﻞ:
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
79
_ ﻓﻜﺮ ﻧﻪ ﻛﻮم ،ﻧﻦ ﻣﻮږ ﻳﻮازي وو او ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻣﺪرﺳﻪ ﻛښﻲ
ﻧﺴﺘﻪ.
ژﺑﺎړن ځﺎن او د ټﻮﭘﻚ ﺷﭙﯧﻠۍ ﺳﻤﻪ ﻛړه ووﻳﻞ:
_ ﺗﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﺧﺒﺮي ﭘټﻲ ﻧﻪ ﻛړې ﻣﻮږ ﻛﻮﻻى ﺳﻮ ﺗﺎﺳﻮ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻳﻮﺳﻮ او د
ﺟﯧﻞ ﭘﻪ ﺗﻴﺎرو ﻛﻲ ﻣﻮ ﺑﻨﺪ ﻛړو .
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ زه رښﺘﻴﺎ واﻳﻢ !
ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻳﯥ روان ﻛړم ﭘﻪ داﺳﻲ ﺣﺎل ﻛﻲ ﭼﻲ ﻻس ﻳﯥ زﻣﺎ ﭘﻪ اوږه ﻧﻴﻮﻟﻰ
وو ووﻳﻞ:
_ آﻳﺎ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ دﻟﺘﻪ د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻳﺎ ﻛﻮﻣﻲ ﺑﻠﻲ ﻧﺎﺑﻠﺪه ډﻟﻲ ﻧﺎﺳﺘﻪ ﻛﻴږي ﻳﺎ ﺳﻮې
ده؟
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ ﻣﻴﺎﺷﺖ ووﺗﻪ ﭼﻲ ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ راﻏﻠﻰ ﻳﻢ داﺳﻲ څﻪ ﻣﻲ ﻧﻪ دي ﻟﻴﺪﻟﻲ،
ﻳﻮازي ﻣﻮږ او ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ دﻟﺘﻪ وي ،ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ درس راﺗﻪ وواﻳﻲ
ﺑﻴﺮﺗﻪ ځﻲ.
زه ﻳﯥ ﭘﺮﯦښﻮدم ژﺑﺎړن اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ ﻋﺴﻜﺮ ﺗﻪ ورﻏﻰ ،ﻳﻮ ﺑﻞ ﻋﺴﻜﺮ ﻟﻪ ټﻮﻟﻮ
ﭼڼﻴﺎڼﻮ ﺗﻼﺷﻲ واﺧﻴﺴﺘﻪ ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﻟﻪ ﺧﻮﻟﯥ ﭘټۍ ورﺧﻼﺻﻲ ﻛړې ،ټﺎﻧﻜﻮﻧﻮ
ﺗﻪ وﺧﺘﻞ او ﺣﺮﻛﺖ ﻳﯥ وﻛړ ،ﻣﻮږ ﻻ د ﻣﺪرﺳﯥ د ګډوډ ﺳﺎﻣﺎن ﭘﻪ ﺳﻤﻮﻟﻮ او
را ټﻮﻟﻮﻟﻮ ﺑﻮﺧﺖ وو ﭼﻲ د ﺳﻬﺎر اذان وﺳﻮ.
د ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﺗﺮ ادا ﻛﻮﻟﻮ وروﺳﺘﻪ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﻮږ درﺳﻮﻧﻪ ﭘﻴﻞ ﻛړل د ﻛﻠﻴﻮاﻟﻮ
ﺗګ ،راﺗګ ﭘﻴﻞ ﺷﻮ او د ﺑﻴګﺎﻧۍ ﺷﭙﯥ د ﭘﻴښﻲ ﭘﻪ اړه ﺑﻪ ﻳﯥ ډول ،ډول
ﭘﻮښﺘﻨﻲ ﻛﻮﻟﯥ ،ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ ﭼﻲ دﺧﻠﻜﻮ ﺗګ راﺗګ او ﭘﻮښﺘﻨﻲ
وﻟﻴﺪې ﻣﻮږ ﻳﯥ رﺧﺼﺖ ﻛړو او ﻣﺪرﺳﻪ ﻳﯥ دڅﻮ ﺷﭙﻮ ﭘﻪ ﻣﺨﻪ را ﺑﻨﺪه ﻛړه.
زه ﻫﻢ د ﺧﻮر ﻛﺮه راﻏﻠﻢ ،څﻮ ﺷﭙﯥ او ورځﻲ ﻫﻠﺘﻪ وم ،ﻳﻮ ﻣﺎځﻴګﺮ د
وﻟﺴﻮاﻟۍ ﻟﻪ ﺑﺎزار ﺳﺮه ﻧﮋدې د ﻣﺎﻳﻦ ﭼﺎودﻧﻪ وﺳﻮه ،ﭼﻲ دﻫﻢ دې
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
80
وﻟﺴﻮاﻟۍ ﻋﺴﻜﺮﭘﻜښﻲ ﺷﻬﻴﺪان ﺷﻮل ،زه د ﺧﻮر ﻛﺮه روان وم ،د ﻋﺴﻜﺮ
ﻣﻮټﺮ راﻏﻰ او زه ﻳﯥ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﺑﻮﺗﻠﻢ ،ددې ﭘﺮځﺎى ﭼﻲ وﻟﺴﻮاﻟﻲ ﺗﻪ ﻣﻲ
ﻳﻮﺳﻲ ﭘﻮﺳﺘﯥ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻳﻮړم ،دا ﻋﺴﻜﺮ ﭼﯥ اﻛﺜﺮً ﻳﯥ زﻣﻮږ ﻛﻠﻴﻮال او د ﺷﺎ او
ﺧﻮا ﻧﮋ دې ﺳﻴﻤﻮ وو ،زه ﻳﯥ ﭘﻪ رﺳۍ ووﻫﻠﻢ ،ﻫﻐﻮئ ﻫﻢ دا ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﻛړه ،ﺗﻪ
ﺑﺎﻳﺪ اﻗﺮار وﻛړې ﭼﻲ دا ﻣﺎﻳﻦ دي اﻳښﻰ ،ﻛﻪ ﻣﺎ ﻫﺮڅﻮﻣﺮه د ځﺎن ﺳﭙﻴﻨﺎوى
وﻛړ ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﺧﺎﻃﺮ ﺗﻮر وم ﭼﯥ ﭘﻪ دﻳﻨﻲ ﻣﺪرﺳﻪ ﻛﻲ درس واﻳﻢ ،ﺷﭙﻪ ﻳﯥ
ﻫﻠﺘﻪ د ﻋﺴﻜﺮو ﭘﻪ ﭘﻮﺳﺘﻪ ﻛﯥ راﺑﺎﻧﺪي ﺗﯧﺮه ﻛړه ،دﻗﻮﻣﻨﺪان ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﻲ دا
ﻫﻢ ور ګﺮځﻴﺪل ﭼﻲ زﻣﺎ ﺳﺮه ﻟﻮﺑﻲ وﻛړي،ﺗﺮ دې وړاﻧﺪي زﻣﺎ ﻟﻪ ﻣﻠګﺮو او
ﻫﻤﺰوﻟﻮ ﺳﺮه ﻳﯥ ﭘﻪ داﺳﻲ ﻛړﻧﻮ ﺧﺒﺮ وم ،دا ﭼﻲ ﭘﻪ ﭘﻮﺳﺘﻪ ﻛﻲ ﻧﻮر ﻋﺴﻜﺮ
وو او دى ﭘﻮﻫﻴﺪه ﻛﻪ داﺳﻲ ﻛﻮﻣﻪ ﻫڅﻪ وﻛړي ﻣﻘﺎوﻣﺖ ﺑﻪ ﻳﯥ وﻛړم ،ﻧﻪ
ﭘﻮﻫﻴږم ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺑﻪ څﻪ ﻓﻜﺮ ﻛﻮي ،ﺧﻮ زﻣﺎ ﻓﻜﺮ ﺑﺮﺑﻨډ او ﻋﻘﻞ ﺧﺎم دى ،د
ﺑﺎور وزر ﻣﻲ ﻣﺎت دى ،ﻛﻨﻪ اﻟﻮت ﺗﻪ د ﻫﺮﭼﺎ زړه ﻛﻴږي ،د ﺳﻬﺎر ﭘﻪ ﻟﻤﺮ
ﺑﺎور ﻧﺴﺘﻪ ،ﻛﻪ ﺷﭙﻪ ﭘﻪ ﺷﭙﻪ ﻛﻲ داﺳﻲ ﺗﻜﻪ ﺗﻮره ﭘﺎﺗﻲ ﺳﻲ ،ﻧﺎ ﻣﻤﻜﻦ ﭼﻲ
زﻣﺎ ﭘﻪ ﻣﺦ ﺑﻪ ﺑﻴﺎ ﺷﻤﺎل ﻻﺳﻮﻧﻪ ﺗﯧﺮ ﻛړي.
ﺗﺮ ﺳﻬﺎره ﭘﻮري ﻳﯥ زﻣﺎ ﻻﺳﻮﻧﻪ را ﺗړﻟﻲ وو ،ﻳﻮ ﻋﺴﻜﺮ ﭼﯥ د ﭘﻮﺳﺘﯥ
ﺳﺎﺗﻨﻪ ﻳﯥ ﻛړه ﻣﺎﺗﻪ څﻮ واره ووﻳﻞ ﭼﻲ اوس ټﻮل ﻋﺴﻜﺮ وﻳﺪه دي ﺗﻪ
وﺗښﺘﻪ ،ﻫﻴڅﻮك ﻫﻢ ﺳﺘﺎ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻧﻪ ﻛﻮي ځﻜﻪ د ﭘﻮﻟﻴﺴﻮ ﻗﻮﻣﻨﺪان دا ﺣﻖ
ﻧﻠﺮي ﭼﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﺨﻪ ﻳﻮ څﻮك ﭘﻪ ﭘﻮﺳﺘﻪ ﻛﯥ ﺑﻨﺪ ﻛړي او وﻟﺴﻮاﻟﻲ ﺗﻪ ﻳﯥ
ﻧﻪ ﺑﻮځﻲ ،ﻣﺎ ﻓﻜﺮ وﻛړ ﻛﻪ زه وﺗښﺘﻢ ﻫﻢ دې ﻋﺴﻜﺮ ﺗﻪ ﻻﻧﺠﻪ ﺟﻮړﻳﺪﻟﻰ
ﺳﻲ ،ﻛﻴﺪاى ﺳﻲ ﻗﻮﻣﻨﺪان ﻳﯥ ﻟﻪ دﻧﺪي وﺷړي ،ټﻮﻟﻪ ﺷﭙﻪ داﺳﻲ وﻳښ
ﻧﺎﺳﺖ وم ﻛﻪ ﺧﻮب ﺑﻪ راﻏﻰ ﺳﺮ ﺑﻪ ﻣﻲ ښﻜﺘﻪ وﻻړ او را وﻳښ ﺑﻪ ﺳﻮم.
ﺳﻬﺎر وﺧﺘﻲ اذاﻧﻮﻧﻪ ﻛﯧﺪل ﭼﻲ د ﭘﻮﻟﻴﺴﻮ ﻗﻮﻣﻨﺪان راوﻳښ ﺳﻮ ،زﻣﺎ
ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻳﯥ را ﺧﻼص ﻛړل او ﻛﻮر ﺗﻪ ﺗګ اﺟﺎزه ﻳﯥ راﻛړه ،ﻛﻮر ﺗﻪ راﻏﻠﻢ
او ﺧﻮر ﺗﻪ ﻣﻲ ﺑﻬﺎﻧﻪ وﻛړه ﭼﻲ زه د ﻳﻮ ﻣﻠګﺮي ﺳﺮه ﺗﻠﻠﻰ وم واده ﻳﯥ وو،
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
81
ﻫﻠﺘﻪ ﻣﻲ ﺷﭙﻪ ﺗﯧﺮه ﻛړې ده ،ﺗﺮ ﺳﻬﺎره ﭘﻮري ﺳﻨﺪري او اﺗڼﻮڼﻪ وو ،ﺧﻮب
راځﻲ ﻏﻮاړم وﻳﺪه ﺳﻢ ﺗﺮ څﻮ ﻟږ آرام ﺳﻢ.
★★★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
82
ﻟﻪ ﻫﻐﻪ وروﺳﺘﻪ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛﻲ ﻟﻪ ﺣﺎﻻﺗﻮ زړه ﺗﻨګ ﺳﻮى وم او ادې ﻣﻲ
ﻫﻢ ډﯦﺮه ﻳﺎدﻳﺪﻟﻪ ،ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﻮر ﺗﻪ ﭼﻲ اوس ﭘﻪ ﻻﻫﻮر ﻛﻲ ده وﻻړم ،او
ﻫﻠﺘﻪ ﻟﻪ ﻳﻮ اﻓﻐﺎن دوﻛﺎﻧﺪار ﺳﺮه ﭘﻪ دوﻛﺎن ﻛﻲ د ﻳﻮﻛﺎل ﻣﻮدې ﻟﭙﺎره ﻣﻨﺸﻲ
ﺳﻮم ،ﻟﻪ ﻳﻮ ﻛﺎل ﺗﯧﺮوﻟﻮ وروﺳﺘﻪ ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ ﻫﻴﻮاد ﺗﻪ ﻟﻪ ادې ﺳﺮه ﻳﻮځﺎى
ددې ﻟﭙﺎره ﺳﺘﻮن ﺳﻮم ﭼﻲ ﺧﻮر ﻣﻮ ﻫﻢ د څﻪ ﻣﻮدې ﻟﭙﺎره ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه راوﻟﻢ.
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻣﺸﺮ ورور ډﯦﺮ ووﻳﻞ ﭼﻲ دا ځﻞ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻠﻪ وﻻړ ﺳﻲ ،ﺧﻮ ﻛﻮر او
ﻛﺎر ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﺘﻮ ﺳﺮه ادې ﻫﻐﻪ دې ﺗﻪ راﺿﻲ ﻛړ ﭼﯥ زه ﻟﻪ ادې ﺳﺮه ﻳﻮځﺎى
وﻃﻦ ﺗﻪ راﺳﻢ.
دا ﻫﻐﻪ وﺧﺖ وو ﭼﻲ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﻲ د ﺣﺎﻣﺪ ﻛﺮزي ﺗﺮ دﻳﺎرﻟﺲ ﻛﻠﻨﻲ
دورې وروﺳﺘﻪ ﺗﺎزه ﭘﻪ ﺗﺎزه د ﻣﻠﻲ ﻳﻮاﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ راﻣﻨځ ﺗﻪ ﺳﻮى وو ،د
ﻣﻠﻲ ﻳﻮاﻟﻲ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ راﻣﻨځ ﺗﻪ ﺳﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ۱۳۹۳ﻛﺎل
وﻟﺴﻤﺸﺮﻳﺰو ټﺎﻛﻨﻮ د دوﻳﻢ ﭘړاو د ﭘﺎﻳﻠﻮ ﭘﺮ ﺳﺮ د دوو ﻣﺨﻜښﻮ ﻧﻮﻣﺎﻧﺪاﻧﻮ،
اﺷﺮف ﻏﻨﻲ او ډاﻛﺘﺮ ﻋﺒﺪاﷲ ﺗﺮﻣﻨځ ﻧﺎﻧﺪرۍ او اﺧﺘﻼﻓﺎت راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮل
او ﻟﻪ څﻮ ﻣﻴﺎﺷﺘﻮ دوام وروﺳﺘﻪ ،دواړو ټﺎﻛﻨﻴﺰو ډﻟﻮ د ﻣﻠﻲ وﺣﺪت
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﺮ ﺟﻮړوﻟﻮ ﻫﻮﻛړه وﻛړه.
ﻛﻠﻲ ﺗﻪ ﻟﻪ راﺗګ څﻮ ورځﻲ ﭘﺲ ﻫﻐﯥ ﻣﺪرﺳﯥ ﺗﻪ ورﻏﻠﻢ ﭼﻲ د اﻣﺮﻳﻜﺎﻳﻲ
ځﻮاﻛﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﭼﺎﭘﯥ وروﺳﺘﻪ ﻣﻮ راﺑﻨﺪه ﻛړې وه ،دﻟﺘﻪ ټﻮل ﻧﺎ ﺑﻠﺪه ﭼڼﻴﺎن وو
ﻳﻮازي ﻳﻮ ﻛﺲ ﭼﻲ د ﻣﻮﻟﻮى ﺻﺎﺣﺐ د ﺗﺮور زوى دى ﻻ اوس ﻫﻢ ﺷﺘﻪ،زﻣﺎ
ﭘﻪ ﻟﻴﺪو ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﺳﻮ ،ﻣﺎ ووﻳﻞ:
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
83
_ ﺗﻪ ﭘﻮﻫﻴږې زه دﻟﺘﻪ ﻧﻪ وم ﻳﻮه اوﻧۍ ﻛﻴږي ﻟﻪ ﻻﻫﻮره راﻏﻠﻰ ﻳﻢ ﻏﻮاړم ﭘﻮه
ﺳﻢ ﭼﻲ زﻣﺎ ﻣﻠګﺮي اوس ﭼﻴﺮﺗﻪ او څﻨګﻪ دي؟
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻣﺎ د ﺧﭙﻞ ﻫﻐﻪ ﻣﻠګﺮي ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه ﭼﻲ اوس ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ﻣﺪرﺳﻪ
ﻛﻲ درس واﻳﻪ ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ:
_وﻟﻲ ﺗﻪ ﺧﺒﺮ ﻧﻪ ﻳﯥ ﭼﻲ ﻫﻐﻪ ﺷﻬﻴﺪ ﺳﻮ؟
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ داﺳﻲ څﻨګﻪ ﻛﯧﺪاى ﺳﻲ ﻫﻐﻪ ډﯦﺮ ﻫﻮښﻴﺎر ځﻮان وو او د ﻫﻐﻪ ﻣﻮر ﺑﻪ ﺗﻞ
ورﺗﻪ وﻳﻞ ﭼﻲ ﻟﻪ داﺳﻲ ﻛﺎروﻧﻮ څﺨﻪ ﻟﺮي اوﺳﻪ .
ﭼڼﻲ ووﻳﻞ:
_ زه ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم ﻣﻮر ﺑﻪ ﻳﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ څﻪ وﻳﻠﻲ وي او ﻛﻨﻪ ،ﺑﺨﺘﻮر دى ﭼﻲ د
ﻣﺤﺒﺲ ﭘﻪ دروازه ﻛښﯥ ﻓﺪاﻳﻲ ﺣﻤﻠﻪ وﻛړه او ﺷﻬﻴﺪ ﺳﻮ ،دا د ده ﺑﺮﻛﺖ وو
ﭼﻲ څﻮ ﺗﻨﻪ زﻧﺪاﻧﻴﺎن ﻳﯥ راﺧﻼص ﻛړل ،ﻳﻮ ﻣﻌﻘﻮل او ﺛﺎﺑﺖ ﺣﻘﻴﻘﺖ دى
ﺷﻬﻴﺪ ﭼﻲ ﻛﻠﻪ د اﷲ ج ﭘﻪ ﻻره ﻛﻲ ﺧﭙﻠﻪ وﻳﻨﻪ ﺗﻮﻳﻮي ،د اﷲ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ د
رﺿﺎ ﻟﭙﺎره ځﺎن ﻗﺮﺑﺎﻧﻮي ،د ﺳﺮ ﭘﻪ ﺑﻴﻪ ﻟﻪ اﺳﻼم او ﻗﺮآن ﻧﻪ دﻓﺎع ﻛﻮي ،ﻟﻪ
ﺧﭙﻞ ﻛﻮر ،اوﻻد ﺑﻠﻜﯥ ټﻮل ژوﻧﺪ ﻧﻪ د اﷲ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ د رﺿﺎ ﻟﭙﺎره ﺗﯧﺮﻳږي،
ﻳﻘﻴﻨﻲ ﺧﺒﺮه ده ﭼﻲ اﷲ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ زﻳﺎت ﻧﺎزوي.
زه ﻫﻠﺘﻪ ډﯦﺮ ﻧﻪ ﺳﻮم ﭘﺎﺗﻲ او ﺑﻴﺮﺗﻪ د ﺧﻮر ﻛﺮه راﻏﻠﻢ ،د ﻣﻠګﺮي ﻣړﻳﻨﻲ
راﺑﺎﻧﺪي زور وﻛړ ،ﻟﻪ ډﯦﺮه ﺧﻔګﺎﻧﻪ ﻣﻲ ﺗﺒﻪ ﺳﻮه ﺗﺮدې ﭼﻲ ټﻮﻟﻪ ﺷﭙﻪ ﭘﻪ
وﻳښﻪ راﺑﺎﻧﺪي ﺗﻴﺮه ﺳﻮه.
ﭘﻪ ﺳﺒﺎ ډاﻛﺘﺮ ﺗﻪ ورﻏﻠﻢ درﻣﻞ ﻳﯥ راﻛړل ،ﻣګﺮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﺗﺒﻲ دوام وﻛړ څﻮ
ﺷﭙﯥ او ورځﻲ ووﺗﯥ ،زه ﻻ ښﻪ ﺳﻮى ﻧﻪ وم ﭼﻲ د ﻟﻮى اﺧﺘﺮ ورځﻲ ﺷﭙﯥ
ﺳﻮې ،دﻟﺘﻪ ﻫﻢ ﻟﻜﻪ د ﻧﻮرو ځﺎﻳﻮﻧﻮ د ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ څﯧﺮ د ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻟﭙﺎره ﭼﺎ
ﭘﺴﻮﻧﻪ ،ﭼﺎ وزې او ګډي او ﭼﺎ ﻏﻮاﻳﺎن راﻧﻴﻮﻟﻲ دي
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
84
د اﺧﺘﺮ دوه اوﻧۍ وﺗﻠﻲ وې ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻻﻫﻮر ﺗﻪ راﻏﻠﻞ او ﺧﻮر ﻣﻲ ﻫﻢ
د څﻮ ﺷﭙﻮ ،ورځﻮ ﭘﻪ ﻣﺨﻪ راﺳﺮه را وﺳﺘﻪ ،ﻻﻫﻮر ﺗﻪ ﻟﻪ را رﺳﯧﺪو ﺳﺮه ﺳﻢ ﻳﻮ
ځﻞ ﺑﻴﺎ ﻟﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻛﺲ ﺳﺮه ﭘﻪ دوﻛﺎن ﻛﻲ ﻣﻨﺸﻲ ﺳﻮم .
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
85
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
90
★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
94
ﭘﻪ ﺳﻬﺎر ﻛﻠﻪ ﭼﻲ دوﻛﺎن ﺗﻪ راﻏﻠﻢ ،د ﻧﻮر ﻛﻠﻪ ﭘﻪ څﯧﺮ ﻏښﺘﻠﻰ ﻧﻪ وم ،ﺷﻮﻧډان
ﻣﻲ ﻫﻢ وچ ﺳﻮي وو او ﻫﻢ دا رﻧګﻪ ﭘﻪ ټﻮل وﺟﻮد ﻛښﻲ ﻣﻲ د درد اﺣﺴﺎس
ﻛﺎوه ،د ﺗﻠﻮﻳﺰون ﭘﺮدې ﺗﻪ ﻧﺎﺳﺖ وم ﭼﻲ د ﭘﺮوﻧۍ ﭼﺎودﻧﻲ ﭘﻪ اړه ﻳﯥ راﭘﻮر
ورﻛﺎوه
د ﺗﯧﺮ ﻣﺎښﺎم ﭘﻪ ځﺎﻧﻤﺮګﻲ ﺑﺮﻳﺪ ﻛﻲ ۳۶ﺗﻨﻪ ځﺎى ﭘﺮ ځﺎى ووژل ﺷﻮل او
څﻮارﻟﺴﻮ ﻧﻮرو د ژورو ټﭙﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﻛﺒﻠﻪ ﭘﻪ روﻏﺘﻮن ﻛﻲ ﺳﺎه ورﻛړه.
ﻳﻮ ﺗﻦ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺧﺒﺮﻳﺎل ﺳﺮه ﻳﯥ ﺧﺒﺮي ﻛﻮﻟﯥ ووﻳﻞ:
۴۸ټﭙﻴﺎن ﭼﻲ روﻏﺘﻴﺎﻳﻲ ﺣﺎﻟﺖ ﻳﯥ ﻧﺎزك وو ،د ﻣﻠﻲ دﻓﺎع وزارت د
ﻫﻠﻴﻜﻮﭘټﺮو ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﭘﻼزﻣﻴﻨﻲ ﻛﺎﺑﻞ ﺗﻪ ﻟﻴږدول ﺷﻮي او د ﺷﻬﻴﺪ
ﻣﺤﻤﺪداود ﭘﻪ ﭘﻮځﻲ روﻏﺘﻮن ﻛﻲ ﺗﺮ درﻣﻠﻨﻲ ﻻﻧﺪي ﻧﻴﻮل ﺷﻮي دي.
ده زﻳﺎﺗﻪ ﻛړه ﭼﻲ د ټﭙﻴﺎﻧﻮ د ﻟﻴږدوﻟﻮ ﭘﺮ ﻣﻬﺎل ﻫﻢ ﻳﻮ ﺗﻦ ټﭙﻲ ﭘﻪ ﻻره ﻛﻲ ﺳﺎه
ورﻛړې ده؛ ﺧﻮ ﭘﻪ ټﭙﻴﺎﻧﻮ ﻛﻲ د درو ﺗﻨﻮ ټﭙﻮﻧﻪ ﺑﺮﺳﻴﺮن وو ﭼﻲ ﺗﺮ درﻣﻠﻨﻲ
وروﺳﺘﻪ ﻛﻮروﻧﻮ ﺗﻪ رﺧﺼﺖ ﺷﻮي دي.
ﻳﻮ ﺑﻞ ﻛﺲ ﭼﻲ د اﻣﻨﻴﺘﻲ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺟﺎﻣﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺗﻦ وې ﺧﺒﺮﻳﺎل ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﻲ
ووﻳﻞ:
ﺑﺮﻳﺪ د ﻏﻴﺒﻲ ﺧﻴﻠﻮ ﭘﻪ ﻧﻮم ﻛﻠﻲ ﻛﻲ ﭼﻲ د ﻳﺤﻴﻰ ﺧﯧﻠﻮ وﻟﺴﻮاﻟۍ ﻟﻴﺮي ﻛﻠﻰ
دى ،داﺳﻲ ﻣﻬﺎل ﺗﺮﺳﺮه ﺷﻮى ﭼﻲ د درو وﻟﺴﻮاﻟﻴﻮ ځﻮاﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻛﻲ د
واﻟﻴﺒﺎل ﻟﻮﺑﻪ درﻟﻮده:
"د ﻳﺤﻴﻰ ﺧﻴﻠﻮ وﻟﺴﻮاﻟۍ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻟﻴﺮي ﺳﻴﻤﻪ ﭼﻲ د ﻏﻴﺒﻲ ﺧﻴﻠﻮ ﭘﻪ ﻧﻮم
ﻳﺎدﻳږي او ﻛﻠﻰ دى ،ﻫﻠﻜﺎﻧﻮ او ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ د واﻟﻴﺒﺎل ﭘﻪ ﻣﻴﺪان ﻛﻲ واﻟﻴﺒﺎل
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
95
ﻛﺎوه او ﻳﻮ اﻧﺘﺤﺎري ﭼﻲ ﭼﺎودﻳﺪوﻧﻜﻲ ﺗﻮﻛﻲ ﻳﯥ ﭘﻪ ځﺎن ﭘﻮري ﺗړﻟﻲ وو،
ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛﻲ ﭼﻲ ﺧﻠﻚ د دې ﻟﻮﺑﻲ ﺗﻤﺎﺷﯥ ﺗﻪ راټﻮل ﺷﻮي وو،
اﻧﺘﺤﺎري ﻋﻤﻞ اﺟﺮاء ﻛړى دى".
د راﭘﻮر ﺗﺮڅﻨګ ﻳﯥ د ﺳﻴﻤﻲ اﻧځﻮروﻧﻪ ،او د زﺧﻤﻴﺎﻧﻮ ﺣﺎﻟﺖ ﻧﻨﺪارې ﺗﻪ
وړاﻧﺪي ﻛﺎوه ،ﭼﻲ ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﺳﺮې څﭙﻠۍ او د ﻗﺮﺑﺎﻧﻴﺎﻧﻮ د ﺑﺪن ځﻨﻲ ﻏړي
ﭘﻜښﻲ ښﻜﺎرﻳﺪل ،زه ﻏﻠﻰ ﻧﺎﺳﺖ وم او د ټﻠﻮﻳﺰون ﭘﺮدې ﺗﻪ ﻣﻰ ﻛﺘﻞ،
اﺳﺘﺎد زﻣﺎ د ﻣړاوي ﺣﺎﻟﺖ ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه ،زه ﭼﻲ ډﯦﺮ ﻧﺎﻫﻴﻠﻰ ﺳﻮى وم ﻫﻴڅ
ﻣﻲ ﻧﻪ ووﻳﻞ او ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﺎر ﺑﺎﻧﺪي ﺑﻮﺧﺖ ﺳﻮم ،ﻣﺎځﻴګﺮ ﻣﻬﺎل ډاﻛﺘﺮ ﺗﻪ
دﺧﭙﻞ ځﺎن د درﻣﻠﻨﻲ ﻟﭙﺎره ورﻏﻠﻢ ﻫﻐﻪ وﭘﻮښﺘﻞ:
_ داﺳﻲ ﻛﻮم څﻪ دي ﭼﻲ ﺗﺎ ځﻮروي وﻟﻲ ﺗﻪ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږې ژوﻧﺪ څﻮﻣﺮه ښﻜﻠﻰ
دى؟
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ﭘﻪ ﻣﻮټﺮ ﻛښﻲ ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻢ ژوﻧﺪ ﻣﻲ وﻟﻴﺪ ﭼﻲ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﺑﻴړه روان وو،
اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ د ﻳﻮ ﺑﻞ څﺨﻪ د ﻣﺨﻜﻲ ﺗﻠﻠﻮ ﻫڅﻪ ﻛﻮﻟﻪ ،د اوﺑﻮ ﻏﺎړي ﺗﻪ ودرﻳﺪم،
د ژوﻧﺪ ﺷﻴﺒﯥ ﻣﻲ ﻟﻜﻪ اوﺑﻪ ﺑﻬﻴﺪې ،د وﻧﻮ ﭘﺎڼﻲ ﻳﯥ ﻟﻜﻪ زﻣﺎ ﻧﺎﻛﺎﻣﻲ ﻫﻴﻠﻲ
ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻳﻮه ،ﻳﻮه وړې ،ﭘﻪ ﻛﺸﺘۍ ﻛښﻲ ﺳﭙﻮر ﺳﻮم ژوﻧﺪ ﻣﻲ ﻻﻣﺒﻮ
وﻫﻠﻪ ،او ﻛﻠﻪ ﭼﻲ د ﺳړك ﺑﻠﻲ ﻏﺎړي ﺗﻪ اوښﺘﻢ ژوﻧﺪ ﺗﻤﺎم ﺳﻮ .ﻫﻐﻪ زﻣﺎ ﭘﻪ
ﺧﺒﺮو وﺧﻨﺪل او وﻳﯥ وﻳﻞ:
_ وﻟﻲ د ژوﻧﺪ ﺗﺮﺧﯥ ﺷﻴﺒﯥ د ﺧﻮږو ﺷﻴﺒﻮ ﭘﻪ را ﻳﺎدوﻟﻮ ﻧﻪ ﻫﻴﺮوې؟
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ﻏﻮاړم ﻫﻐﻪ څﻪ ﻫﯧﺮ ﻛړم ﭼﻲ ﭘﻪ اړه ﻳﯥ ﻓﻜﺮ ﻛﻮم ﻓﻜﺮ ﻣﻲ ﺧﺮاﺑﻴږي ،ﻫﺮ
ﺳﻬﺎر ﻣﻲ د ژوﻧﺪ ﻟﻮﻣړﻧۍ او وروﺳﺘۍ ورځ ﭘﻴﻞ ﻛﻴږي زړه ﻧﺎ زړه د ﻣﺰل
ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره راووځﻢ ځﺎن ﻣﻲ ډاډه ﺳﺎﺗﻢ ﻛﻪ وروﺳﺘۍ ورځ ﻣﻲ ﻫﻢ وي ښﺎﻳﻲ
ﻧﻦ دﻟﻤﺮ ﺗﺮ ﻏﺮوب وړاﻧﺪي ﺧﭙﻞ ﻣﻨﺰل ﺗﻪ ورﺳﻴږم ﭘﻪ ﻣﻨﺰل ﻛښﻲ اوﺳﯧﺪل
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
96
راﺗﻪ ﻣﻬﻢ ﻧﻪ دي ،ﻣﻨﺰل ﺗﻪ رﺳﻴﺪل ﻣﻲ ﻫﻴﻠﻪ ده ،زه ﻣﻲ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﺧﭙﻞ
اﻣﻴﺪوﻧﻪ ﻧﻪ ﻧﺎﻫﻴﻠﻲ ﻛﻮم .
ډاﻛﺘﺮ ﺧﭙﻠﻪ اﻟﻪ ﻛﯧښﻮده ﺳﺘﺮګﻲ ﻳﯥ زﻣﺎ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛښﯥ ښﺨﻲ ﻛړې او وې
وﻳﻞ:
_ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ وﻟﻲ دوﻣﺮه ﻧﺎﻫﻴﻠﻰ ﻳﯥ؟
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم ژوﻧﺪ ﺑﻪ ﻣﺎﺗﻪ څﻪ راﻛړي ،د ﺧﭙﻞ ﻋﻤﺮ ﭘﻪ اوږه ﺑﺎﻧﺪي ﺗﻜﻴﻪ ﻳﻢ د
ﺷﻴﺒﻮ ﭘﻪ ﺷﻤﺎر ﺷﭙﯥ ﺗﯧﺮوم ،ﻫﺮه ﺷﭙﻪ د ﺷﻤﻌﻲ ﭘﻪ ﻟﻤﺒﻪ ﻻس ﺳﻮځﻢ ﻏﻮاړم
ځﺎن د درد ﻟﻪ زﻏﻢ ﺳﺮه ﻋﺎدت ﻛړم.
ډاﻛﺘﺮ زﻣﺎ ﻻس وﻧﻴﻮ ورو ﻳﯥ ووﻳﻞ:
_ ﻫﺮ ﻫﻐﻪ څﻮك ﭼﻲ ﺗﺎ ځﻮروي ﺑﺎﻳﺪ ﻫﯧﺮ ﺳﻲ او ﻧﻮر ﻳﯥ ﭘﻪ اړه ﻓﻜﺮ ﻛﻮل
ﺳﺘﺎ ﺻﺤﺖ ﺗﻪ ﺗﺎوان رﺳﻮي ﻧﻪ ﻓﺎﻳﺪه.
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ ﻳﺎد ﻳﯥ ﻟﻜﻪ ﺑﺎد د درد ﺳﻜﺮوټﻲ را ﺗﺎزه ﻛړي ،د ﺗﺮﻳﺦ ﭼﺎى ﺗﺎوده
ﻏﻮړﭘﻮﻧﻪ ﺗﺮ ﺳﺘﻮﻧﻲ ﺗﯧﺮ ﻛړم ،ﻟﻪ ﺗﺎ او ﺧﻠﻜﻮ ټﻮﻟﻲ ګﻴﻠﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻛﺎﻏﺬ وﻟﻴﻜﻢ
اوس ﻣﻲ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺟﻴﺐ ﻛﻲ ډﯦﺮ ﻛﺎﻏﺬوﻧﻪ وراﺳﺘﻪ ﺳﻮي ،ﻧﻦ ﺑﻪ دا ﻛﺎﻏﺬ
ﻣﺨﺎﻣﺦ د دﯦﻮال ﭘﻪ ﭼﺎق ﻛښﻲ ﻛﻴږدم ،ﻳﻮې آراﻣﻲ ﺳﻨﺪري ﺗﻪ ﻛښﯧﻨﻢ
ګﻮﻧﺪي ژوﻧﺪ ﻣﻲ زﻣﺰﻣﻪ ﻛړي زه اوس ﻟﻪ ﻛﺮږو او ﻧﺎرو ﻟﻮﻳﺪﻟﻰ ﻳﻢ ،ﻛﻪ
ګﻮﻧګ ﺳﻢ ډﯦﺮي ﭼﻴﻐﻲ ﺑﻪ ﻣﻲ د زړه دﻧﻨﻪ زﻧﺪۍ ﺷﻲ.
ﻫﻐﻪ ﭘﻪ زوره ،زوره وﺧﻨﺪل او وﻳﯥ وﻳﻞ:
_ زه اوس ﭘﻮه ﺳﻮم ﭘﻪ رښﺘﻴﺎ ﺳﺮه ﭼﻲ ﺗﻪ ﻟﻴﻮﻧﻰ ﺳﻮى ﻳﯥ .ﭘﻪ ﻫﻢ دې وﺧﺖ
ﻛښﯥ زﻣﺎ ﭘﻪ ﻣټ ﻛښﻲ ﺳﺘﻦ ﻧﻨﻴﺴﺘﻠﻪ ،ﺳﺘﺮګﻲ راﺑﺎﻧﺪي درﻧﯥ ﺳﻮې ،ﺑﯥ
ﻫﻮښﻪ ﺳﻮى وم.
ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻫﻮښ راﻏﻠﻢ ،ډاﻛﺘﺮ او اﺳﺘﺎد دواړه ﻣﻲ ﺗﺮ ﺳﺮ وﻻړ وو ،زه ﻳﯥ
ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎى ﻛښﻲ را ﻛښﯧﻨﻮﻟﻢ ،ﺑﻴﺨﻲ آرام ﺳﻮى وم ،ذﻫﻨﻲ ﺳﺘړﻳﺎ ﻣﻲ ﻟﻪ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
97
ﻣﻨځﻪ ﺗﻠﻠﯥ وه ،ډاﻛﺘﺮ ﭘﻪ ﻳﻮه ﭘﺮﭼۍ دوا راﺗﻪ وﻟﻴﻜﻠﻪ او ﻟﻪ ﻛﺘﻨځﺎﻳﻪ را
ووﺗﻢ ،ﺳﺎﻋﺖ ﺗﻪ ﻣﻲ وﻛﺘﻞ د دوﻛﺎن ﺑﻨﺪوﻟﻮ وﺧﺖ وو ،زه د دوﻛﺎن ﭘﻪ ﺧﻮا
روان ﺳﻮم اﺳﺘﺎد ﺗﺮ ﻻس وﻧﻴﻮم ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ دوﻛﺎن ﻣﻲ ﺑﻨﺪ ﻛړى ﻧﺎوﺧﺘﻪ دى
اوس ﺑﺎﻳﺪ ﻛﻮر ﺗﻪ وﻻړ ﺳﻮ .
ﻟﻪ ﻫﻐﻪ وروﺳﺘﻪ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ څﻮ ﺷﭙﯥ او ورځﻲ ﭘﻪ ﻛﻮر ﭘﺮﻳﻮﺗﻢ ﺗﺒﻲ ﻣﻲ وې ،ﻳﻮ
ﻣﺎځﻴګﺮ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻟږ ښﻪ وم د ﻣﺎﻣﺎ ﻟﻪ زوى ﺳﺮه راووﺗﻢ ،د ښﺎر څﺨﻪ د ﺑﺎﻧﺪي
ﺻﺤﺮا ﺗﻪ وﻻړو او د اوﺑﻮ ﻏﺎړې ﺗﻪ ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻞ ،ﻣﺎ وﻟﻴﺪل ﭼﻲ ﻳﻮ ځﻮان
څﻮك ﭘﻪ دواړو ﭘښﻮ ﺷﻞ دى او دواړه ﭘښﯥ ﻳﯥ ﻛږې دي د اوﺑﻮ ﻟﻪ ﻏﺎړي
ﺳﺮه ﭘﻪ ﺑﺎﻳﺴﻜﻞ ﻛﻲ ﻧﺎﺳﺖ دى ،زﻣﺎ د ﻳﻮې ﭘﻮښﺘﻨﻲ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛښﯥ راﺗﻪ
ووﻳﻞ :
_ د زړه ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻣﺰل ﻛﻮم ،ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﻲ ﭘﻼر وﻓﺎت ﺳﻮ ،ﻻس او ﺧﻮﻟﻪ ﻣﻮ
ﻧﻪ ﺳﺮه ﭼﻠﻴﺪل ﻟﺘﺎ او ﻣﺎ ﺳﺮه ﻣﻲ ﻣﺸﻮره وﻛړه ،ژاوﻟﻲ ،ﭘﺘﺎﺳﯥ او ﻧﻮر
واړه ،ﺧﻮاږه ﺑﻪ ﻣﻲ د ﺳړك ﻟﻪ ﻏﺎړي ﺳﺮه ﭘﻠﻮرل ګﺬاره ﻣﻮ ﻛړه ،اوس ﻣﻲ
ﺷﻜﺮ ﻫﻢ دا د ﻛﻮر ﺗﺮﻣﺦ دوﻛﺎن دى ﺳﻬﺎر راووځﻢ ﻣﺎښﺎم ﻻړ ﺳﻢ ،د ﻟﻮر ﻣﻲ
ﻣﻴﻨﻪ ده ﭼﻲ د اوداﺳﻪ اوﺑﻪ او ﺧﻮاړه ﺗﺮ دوﻛﺎﻧﻪ راوړي ،زوى ﻣﻲ ﭘﻪ ﭘﻴﻨځﻢ
او ﻟﻮرﻛۍ ﻣﻲ ﭘﻪ څﻠﻮرم ټﻮﻟګﻲ ﻛﻲ درس واﻳﻲ ﻫﺮ څﻪ زﻣﺎ د وس ﭘﻪ اﻧﺪازه
راﺳﺮه ﺳﻢ دي راﺿﻲ ﻳﻢ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﺪاﻳﻪ .
زﻳﺎﺗﻪ ﻳﯥ ﻛړه:
_ د ﺧﺪاى ﺗﺮ ﺧﺪاﻳﻲ ﺟﺎر ﺳﻢ ﭼﻲ ﻫﺮڅﻪ ﻳﯥ زﻣﺎ او ﺧﻠﻜﻮ ﭘﻪ وس ﭘﻮره او
ﺑﺮاﺑﺮ دي ،ټﻨﺒﻠﻲ ﻳﻮه ﻧﺎروﻏﻲ ده ﻛﻪ څﻮك وﻏﻮاړي ﻋﻼج ﻳﻲ ټﻴﻨګﻪ اراده
او ﻟﻮړ ﻫﻤﺖ ﭘﻪ ځﺎن ﻛښﻲ را ﭘﻴﺪا ﻛﻮل دي.
ﻣﻮږ ډﯦﺮ ﻧﻪ ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻞ ﭼﻲ د ادې زﻧګ راﻏﻰ او ﻛﻮر ﺗﻪ ﻳﯥ وﺑﻠﻠﻢ وﻳﻞ ﻳﯥ
ﻧﺎوﺧﺘﻪ ده ،زه او د ﻣﺎﻣﺎ زوى دواړه زﻣﻮږ ﻛﻮر ﺗﻪ راﻏﻠﻞ ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﺷﭙﻪ د
ﻧﻮرو ﺷﭙﻮ ﭘﻪ ﻧﺴﺒﺖ ژر وﻳﺪه ﺳﻮى وم ،ﻣﺎ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻓﻜﺮ ﻛﺎوه ﭼﻲ ښﻪ
★★★ ﺳﻮى ﻳﻢ ،او اوس ﻛﻮﻻى ﺳﻢ ﭼﻲ ﺳﺒﺎ دوﻛﺎن ﺗﻪ وﻻړ ﺳﻢ.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
98
ﭘﻪ ﺳﺒﺎ ورځ ﺳﻬﺎر ﻫﻢ دوﻛﺎن ﺗﻪ ﻧﻪ وﻻړم ،ﻏﺮﻣﻪ ﻣﻬﺎل د ﺗﺮﺧﻮ ورﻳﺠﻮ دوﻛﺎن
ﺗﻪ ﻟﻪ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻣﻠګﺮي ﺳﺮه ورﻏﻠﻢ ،ﻧﻦ ﻳﻲ ﺗﺮ ﭘﺮون ورﻳﺠﻲ ﻻ ښﯥ ﭘﺨﯥ او
ﺧﻮﻧﺪوري وې ،د ده ﭘﻪ ورﻳﺠﻮ ﻏږﯦﺪل ﭼﻲ ﺧﺒﺮې ﺗﺮ ﻛﻴﺴﻮ ﭘﻮري ﺳﺮه
ورﺳﻴﺪﻟﯥ .ﻣﻠګﺮي ﻣﯥ ﻟﻪ دوﻛﺎﻧﺪاره ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه:
_ﺗﺮ دې دا ښﻪ ﻧﻪ وه ﭼﻲ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻓﺎﺑﺮﻳﻜﻪ ﻛښﻲ ﻳﺎ دښﺎر ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻪ ﺑﻠﻪ
دوﻟﺘﻲ څﺎﻧګﻪ ﻛښﻲ دې ﻛﺎر ﻣﻮﻧﺪﻟﻰ واى اﺳﻮده ﺑﻪ وې او ﻫﻢ ﺑﻪ دي ﻛﺎر
ﺟﻮړ و.
دوﻛﺎﻧﺪار ﺧﻮﻟﻪ ﺧﻨﺪا ﺗﻪ ﺟﻮړه ﻛړه او ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛښﻲ وروﻟﻮﻳﺪ وﻳﯥ وﻳﻞ:
_ ﻣﺤﺘﺮﻣﻪ ! ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﺎ د ﺳړك ﭘﻪ ﻏﺎړه ﭘﻪ ﻻﺳﻲ رﻳړۍ ﻛښﻲ ورﻳﺠﻲ
ﺧﺮڅﻮﻟﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﻓﺎﺑﺮﻳﻜﻪ ﻛښﻲ ﺧﺪﻣﺘګﺎر وې ﻛﻪ ﺳﺘﺎ ﻳﺎد ﺷﻲ ﻛﻠﻪ،
ﻛﻠﻪ ﺑﻪ دﻏﺮﻣﯥ ﻳﺎ ﺑﺮﻳځﺮ ﭘﺮ وﺧﺖ راﺗﻠﯥ او ورﻳﺠﻲ ﺑﻪ دي ﺧﻮړﻟﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ
ﺑﻪ ﺳﺘﺎ ﺗﻨﺨﻮا ﺗﻘﺮﻳﺒﺎً اوه زره روﭘۍ وه ،ﻣﺎ ﺑﻪ د ورځﻲ زر روﭘۍ ټﻮﻟﻪ ﺳﻮدا
ﻛړه؛ اوس ﭼﻲ ﺗﻪ ﻟﻪ ﺧﺪﻣﺘګﺎر وروﺳﺘﻪ د ﻓﺎﺑﺮﻳﻜﯥ ﻣﻨﻴﺠﺮ ﺳﻮې ﻣﺎ دوﻛﺎن
ﭘﺮاﻧﻴﺴﺖ ﺳﺘﺎ ﻣﻴﺎﺷﺘﻨۍ ﺗﻨﺨﻮا اﺗﻠﺲ زره روﭘۍ ده او زه د ورځﻲ اﺗﻪ زره
روﭘۍ ﺳﻮدا ﭼﻲ ﭘﻪ ﻫﻐﻮئ ﻛښﻲ درې زره روﭘۍ ګټﻪ ﻛﻮم ،د ﻧﻦ ټﻮﻟﻪ
ﺧﻮاري ﻣﻲ زﻣﺎ وروﺳﺘﻪ د زوى اﺳﺘﺮاﺣﺖ دى ،او ﺳﺘﺎ ټﻮﻟﻪ ﺧﻮاري
ﺳﺘﺎﺳﻮ د ﻓﺎﺑﺮﻳﻜﯥ د څښﺘﻦ ،را ﺗﻠﻮﻧﻜﻰ ﻛﺎل ﺑﻪ زﻣﻮﻧږ دواړو ځﺎﻣﻦ ﭼﻲ
ﻫﻤﺰوﻟﻲ او ټﻮﻟګﻴﻮال دي څﻨګﻪ ﭼﻲ ﻣﻮﻧږ دواړه وو ،زﻣﺎ زوى ﺑﻪ دوﻛﺎن
ﺗﻪ او زه ﺑﻪ ﻛﺮار د ژوﻧﺪ ﺗﺮ وروﺳﺘۍ ﺷﻴﺒﯥ د ﻣﻴﺮﻣﻨﻲ ﭘﻪ څﻨګ ووﺳﻢ.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
99
ﺧﺒﺮي ﻳﯥ ﻻ ﭘﺴﯥ اوږدې ﻛړې زﻣﺎ د ﻣﻠګﺮي ﭘﻪ اوږه ﻳﯥ ﻻس ور ﻛﯧښﻮد
ورﺗﻪ وﻳﯥ وﻳﻞ:
_ﺳﺘﺎ زوى ﺑﻪ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ څﯧﺮ ﻟﻮﻣړى ﺧﺪﻣﺘګﺎر او ﺑﻴﺎ ...ﻣﻠګﺮي ﺟﻴﺐ ﺗﻪ ﻻس
ﻛړ ﭘﻪ ﭘټﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﻳﯥ د دوه ﺧﻮراﻛﻪ ورﻳﺠﻮ ﺳﻞ روﭘۍ ورﻛړې او ﻟﻪ دوﻛﺎﻧﻪ
راووﺗﻞ.
ﻣﻮﺑﺎﻳﻞ ﻣﻲ وﺷﺮﻧګﯧﺪه ،ﻛﻪ ګﻮرم ﭘﻠﻮﺷﻪ ده ،ﻟﻪ ﻣﻠګﺮي څﺨﻪ ﻟږ څﻨګ ﺗﻪ
ﺳﻮم او ځﻮاب ﻣﻲ ورﻛړ:
_ ﺳﻼم ﭘﺨﻴﺮ راﻏﻠﯥ ﻫﻴﻠﻪ ده ښﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ؟
ﻫﻐﯥ ﻳﻮه ﺷﻴﺒﻪ څﻪ ﻧﻪ ووﻳﻞ ﻏﻠﯥ وه ،ﻣﺠﺒﻮر ﺳﻮم ﺑﻴﺎ ورﻏږ ﻛړم:
_ ﺳﻼم وﻟﻲ ﻏږ ﻧﻪ ﻛﻮئ زﻣﺎ ﻏږ اورې ﭘﻠﻮﺷﯥ!؟
ﭘﻪ داﺳﻲ ﺣﺎل ﻛﻲ ﭼﻲ ﺳﻠګۍ ﻳﯥ وﻫﻠﯥ وې وﻳﻞ:
_ اورم !
زه ﭘﻮه ﺳﻮم ﭼﻲ دا ﻏږ د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﻧﻪ دى ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻣﻲ وﻛړه _څﻮك ﻳﯥ؟
وې وﻳﻞ:
_ روﻗﻴﻪ ﻳﻢ د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﻣﺸﺮه ﺧﻮر
ﻟږ ﻧﻮر ﻣﺨﻜﻲ وﻻړم ﭘﻪ ډﯦﺮه ﺗﻠﻮار ﺳﺮه ﻣﻲ ورﺗﻪ ووﻳﻞ:
_ ﭘﺨﻴﺮ راﻏﻠﯥ روﻗﻴﯥ ﻫﻴﻠﻪ ده ښﻪ ﺑﻪ ﻳﺎﺳﺘﺊ څﻪ ﺧﺪﻣﺖ ﻣﻮ ﻛﻮﻻى ﺳﻢ؟
وې وﻳﻞ:
_ ﭘﻠﻮﺷﻪ ،ﭘﻠﻮﺷﻪ ﻧﺎروﻏﻪ ده ،ﻏﻮاړم ﺗﻪ ﻫﻢ راﺷﯥ ﻫﻐﻪ اوس ﭘﻪ روﻏﺘﻮن ﻛﻲ
ﺑﺴﺘﺮ ﻛﻮي ،ﻫﻴﻠﻪ ﻛﻮم ﻫﻢ دا اوس راﺳﻪ.
اړﻳﻜﻪ ﻳﯥ ﭘﺮې ﺳﻮه ،اﻧﺪﻳښﻨﯥ واﺧﻴﺴﺘﻢ ،ﻣﻠګﺮى ﻣﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎى
ﭘﺮﯦښﻮد ،زه د دوﻛﺎن ﭘﻪ ﭘﻠﻤﻪ روﻏﺘﻮن ﺗﻪ ورﻏﻠﻢ ،روﻏﺘﻮن ﺗﻪ ﻟﻪ رﺳﯧﺪو
ﺳﺮه ﻣﻲ ﭘﻪ روﻗﻴﻪ ﺳﺘﺮګﻲ وﻟګﻴﺪې د ﺑﻴړﻧﻲ ﺧﺪﻣﺘﻮﻧﻮ د دروازې ﻣﺨﻲ ﺗﻪ
وﻻړه وه ،زﻣﺎ ﭘﻪ ﻟﻴﺪو ﻳﯥ ﺣﻮﺻﻠﻪ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ورﻛړه ،ﻛﻠﻚ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻏﯧږ ﻛﻲ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
100
وﻧﻴﻮﻟﻢ او ﭘﻪ ﭼﻴﻐﻮ ،ﭼﻴﻐﻮ ﻳﯥ ژړل ،اوښﻜﻲ ﻣﻲ ور ﭘﺎﻛﻲ ﻛړې د ﭘﻠﻮﺷﯥ
ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻣﻲ وﻛړه ،ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ژړا ،ژړا ﻛﻲ ووﻳﻞ :
_ﭘﺮون دا ﻣﻬﺎل ﻣﻮږ ﺧﭙﻠﻲ دﻧﺪي ﺗﻪ راﻏﻠﻮ ،د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﺻﺤﺖ ښﻪ ﻧﻪ وو ،ﻧﺎ
آراﻣﻪ وه ،اوس ﻟږ ﺷﻴﺒﻪ وړاﻧﺪي ﺑﯥ ﻫﻮښﻪ وﻟﻮﻳﺪه .
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ ﺗﻪ ﻏﻢ ﻣﻪ ﻛړه ان ﺷﺎءاﷲ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ژر ښﻪ ﺳﻲ ،ﺗﻪ دا راﺗﻪ وواﻳﻪ اوس ﭼﻴﺮﺗﻪ
ده؟
روﻗﻴﯥ ﭘﻪ داﺳﻲ ﺣﺎل ﻛﻲ ﭼﻲ ژړل ﻳﯥ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺧﻮﻧﯥ ﺗﻪ ګﻮﺗﻪ وﻧﻴﻮه ،زه ﭘﻮه
ﺳﻮم ﭼﻲ ﻫﻠﺘﻪ ده ،ﻧﮋدې ورﻏﻠﻢ ،د وره ﺧﻮا ﺗﻪ د وړې ﻛړﻛۍ ﺗﺮڅﻨګ ﭼﻲ
ﭘﺮده ورﺑﺎﻧﺪي ﻛﺶ وه ودرﻳﺪم .
د روﻏﺘﻮن ﭘﻪ ﻻوډ ﺳﭙﻴﻜﺮ ﻛښﻲ ﻳﯥ ﺷﭙږوﻳﺸﺘﻢ ﻧﻤﺒﺮ او د ﻣﻴﻮﻧﺪ ﻧﻮم
واﺧﻴﺴﺖ ،ﻣﻮر ﻳﯥ ﻟﻪ څﻮﻛۍ ﭘﻮرﺗﻪ ﺳﻮه ﻣﺎﺷﻮم ﻳﯥ ﺗﺮﻻس وﻧﻴﺆ ،د ډاﻛﺘﺮ
ﺧﻮﻧﻲ ﺗﻪ ﻧﻨﻮﺗﻞ ﻟﻪ ﻟږ ځﻨډ ورورﺳﺘﻪ ﺑﻴﺎ ﻏږ ﺳﻮ ووﻳﺸﺘﻢ ﻧﻤﺒﺮ ﻳﯥ ووﻳﻞ ،
وړوﻛﻰ ﻣﺎﺷﻮم او ﻣﻮر ﻳﯥ ﻟﻪ ﻛﺘﻨځﺎى څﺨﻪ راووﺗﻞ ﭘﻪ اﻧﺘﻈﺎر ﺧﻮﻧﻪ ﻛښﻲ
زﻣﺎ ﺗﺮ څﻨګ ﭘﻪ ﻣﺎﺗﻪ څﻮﻛۍ ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻞ ،وړوﻛﻰ ﻣﺎﺷﻮم ﻏﻠﻰ ،ﻏﻠﻰ ﻣﻮر
ﺗﻪ ﻏږﻳﺪه ،ﻣﻮر ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ وﻳښﺘﺎﻧﻮ ﻛﯥ ﻣﻬﺮﺑﺎﻧﻲ ګﻮﺗﻲ ور وﻫﻠﯥ ،ﭘﻪ ﺳﻴﻨﻪ
ﭘﻮري ﺑﻪ ﻳﯥ وﻧﻴﺆ ،د دﻫﻠﻴﺰ ﻟﻪ وروﺳﺘۍ ﺧﻮﻧﻲ ﻳﻮه ﻧﺎزﻛﻪ ﻧﺮۍ ﭘﯧﻐﻠﻪ ﭼﻲ
ﺳﭙﻴﻦ ﻛﻮټ ﻳﻲ اﻏﻮﺳﺘﻰ وو ،د وړوﻛﻲ ﻣﻴﻮﻧﺪ ﺧﻮاﺗﻪ راﻏﻠﻪ ،ﻟﻪ وﺟﻮد او
ﺟﺎﻣﻮ ﻳﯥ د ﻋﻄﺮو وږم راﺗﻪ ،ﭘﻪ ﻧﺮﻣﻪ او ﺧﻮږه ژﺑﻪ ﻳﯥ ورﺗﻪ ووﻳﻞ:
_ ﻣﺎﺷﺎاﷲ څﻮﻣﺮه ښﻪ ﻣﺎﺷﻮم دى ﻧﻮم دي څﻪ دى؟
ﻣﺎﺷﻮم ووﻳﻞ:
_ﻣﻴﻮﻧﺪ!
ﻧﺮﺳﻲ ﭘﻪ داﺳﻲ ﺣﺎل ﻛښﻲ ﭼﻲ ﭘﻴﭽﻜﺎري ﻳﯥ ډﻛﻮﻟﻪ وې وﻳﻞ:
ښﻮوﻧځﻲ ﺗﻪ ځﯥ ﻛﻪ ﻧﻪ ،ﻛﻪ ځﯥ ﻧﻮ ﭘﻪ څﻮوم ټﻮﻟګﻲ ﻛښﻲ درس واﻳﯥ ؟
ﻣﻴﻮﻧﺪ ووﻳﻞ:
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
101
_درﻳﻢ ټﻮﻟګﻲ ﻛﻲ
_ ﭘﻼر ﺑﻪ دي وﻳﻞ ﻣﻴﻮﻧﺪ ډﯦﺮ ﺗﻜړه ﻫﻠﻚ دى ﻟﺴټﻮﻧﻰ دي در وﻧﻐﺎړه ﭼﻲ
ﺗﻪ څﻮﻣﺮه زورور ﻳﯥ؟
ﻣﻴﻮﻧﺪ ﻟﺴټﻮﻧﻰ ور وﻧﻐښﺖ ﻻس ﻳﯥ ﻏﺒﺮګ ﻛړ ،ﺧﭙﻠﻲ ﻣټﻲ ﺗﻪ ﻳﯥ وﻛﺘﻞ او
وﻳﯥ وﻳﻞ:
_ﺳﻠﻤﺎن ﺧﺎن ﻳﻢ!
ﻧﺮﺳﻲ د ﭘﻤﺒﯥ ﻟﻪ ﭘﻤﺒﯥ څﺨﻪ ﻟږ ﭘﻤﺒﻪ ورﭘﺮې ﻛړه ،او ﻣﻴﻮﻧﺪ ﺗﻪ ﻳﯥ ووﻳﻞ:
_ رښﺘﻴﺎ ﻫﻢ ﻟﻜﻪ ﺳﻠﻤﺎن ﺧﺎن ،ﺗﻪ دي دا ﺳﺘﺮګﻲ ﭘټﻲ ﻛړه اخ څﻮﻣﺮه ښﯥ
ﺳﺘﺮګﻲ دي ،ﺳﭙﻴﻦ ﻧﺮم ﻻﺳﻮﻧﻪ،او دا ﻻس دي ﻣﻮټ ﻛړه .
ﻣﻴﻮﻧﺪ ﭼﻴﻐﻲ ﻛړې:
_وﺧﺨﺨﺦ ﺗﻪ ﻫﻢ ﭼﻴﭽﻜﻲ ﻟګﻮې!؟
ﻧﺮﺳﻲ وﺧﻨﺪل:
_ﺳﺘﺮګﻲ دي ﭘﺮاﻧﯧﺰه ﻣﻮر دي وﻳﻞ د ﭘﻴﭽﻜﺎري ﻟﻪ ﺳﺘﻨﻲ ډﯦﺮ ډارﯦږي.
ﭘﻪ ﻫﻢ دې وﺧﺖ ﻛﻲ ﻳﻮ ﺑﻠﻪ ﻧﺮﺳﻪ راووﺗﻪ دا ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻧﺮﺳﻪ وه ﭼﻲ زه ﻳﯥ
ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻢ د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﻣﻠګﺮى ﻳﻢ ،ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ﺳﺮه ﻳﯥ ﺑﻮﺗﻠﻢ ،آﺳﻤﺎﻧﻲ رﻧګﻪ
ﭘﻼﺳﺘﻴﻜﻲ ﺧﻮﻟۍ ﻳﯥ را ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛړه ،ﻣﻮل ﻳﯥ را ووﻫﻪ او د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﺑﺴﺘﺮ ﺗﻪ
ﻳﯥ ودروﻟﻢ ،ﻳﻮه ﺷﻴﺒﻪ ﻻ وﺗﻠﯥ ﻧﻪ وه ﭼﻲ ﭘﻠﻮﺷﯥ ﺳﺘﺮګﻲ را رڼﻲ ﻛړې،
اوږده ﺳﺎه ﻳﯥ واﺧﻴﺴﺘﻪ ،زﻣﺎ ﭘﻪ ﻟﻴﺪو ﻓﻜﺮ ﻛﻮم ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﺳﻮه ،ﭘﻪ ﺷﻮﻧډو
ﻛﯥ وﺧﻨﺪل ،ﻣﺎ ﻳﯥ ﻻس وﻧﻴﻮ ،دﺑﺴﺘﺮ ﺗﺮڅﻨګ ﻧﮋدې ﭘﻪ څﻮﻛۍ
ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻢ ،روﻗﻴﻪ ﻫﻢ راﻏﻠﻪ ﺧﻨﺪل ﻳﯥ ،ژر ،ژر ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻲ اوښﻜﻲ ﭘﺎﻛﻮﻟﯥ،
ﭘﻠﻮﺷﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ دواړه ﻣﺦ ښﻜﻞ ﻛړه ،ډاﻛﺘﺮ راﻏﻰ د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﻧﺒﺾ ﻳﯥ وﻛﺎﺗﻪ،
ﭘﻪ ﭘﺮﭼۍ ﻳﯥ درﻣﻞ وﻟﻴﻜﻞ او ﭘﻠﻮﺷﯥ ﺗﻪ ﻳﯥ د آرام ﻛﻮﻟﻮ ﻣﺸﻮره ورﻛړه.
ﭘﻠﻮﺷﯥ ﻳﻮ ﺳﻮړ اﺳﻮﻳﻠﻰ وﻛﻴښ او وې وﻳﻞ:
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
102
_ دﻟﺘﻪ ﻣﻲ زړه ﺗﻨګﻴږي ،ﻏﻮاړم ﺧﭙﻠﻲ ﻛﻮټﯥ ﺗﻪ وﻻړه ﺳﻢ ،دا ﭼﻲ د ﭘﻠﻮﺷﯥ
ﻛﻮټﻪ ﻫﻢ د روﻏﺘﻮن ﺷﺎﺗﻪ ﻧﮋدې وه ،ډاﻛﺘﺮ ورﺳﺮه وﻣﻨﻠﻪ او ډﯦﺮ ژر ﻳﯥ ﻣﻮږ
ﺗﻪ رﺧﺼﺖ راﻛړ ﭼﻲ ﭘﻠﻮﺷﻪ ﺧﭙﻠﻲ ﺧﻮﻧﻲ ﺗﻪ ورﺳﻮو .
ﭼﻲ د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﺧﻮﻧﻲ ﺗﻪ ورﺳﯧﺪل ،روﻗﻴﯥ وژړل ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﺎ ﻳﯥ د ﻋﻠﺖ
ﭘﻮښﺘﻨﻪ وﻛړه ﻫﻴڅ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻧﻪ وﻳﻞ ،ﻣﺎ ﻓﻜﺮ وﻛړ د ﭘﻼر ﻳﺎد ﻳﯥ ﺗﺎزه ﺳﻮ ،ﺧﻮ
ﭘﻠﻮﺷﯥ ووﻳﻞ:
_د روﻗﻴﯥ ﺳﺒﺎ ﺗﻪ واده دى ،ﺧﺎوﻧﺪ او ﺧﺴﺮګﻨۍ ﻳﯥ ﻧﻪ ﻏﻮاړي ﻧﻮر روﻗﻴﻪ
داﺳﻲ ووﺳﻲ،دا ﭼﻲ د روﻗﻴﯥ ﻛﻮژدن ﭘﺮوﺳږﻛﺎل ﺳﻮې ده ﻣﻮږ ﻫﻢ څﻪ
وﻳﻠﻰ ﻧﺴﻮ ،دا وﺧﺖ روﻗﻴﻪ را وﻻړه ﺳﻮه او ﻣﺎﺗﻪ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻪ وې
وﻳﻞ:
_زه دا ﻧﻪ واﻳﻢ ﭼﯥ زﻣﺎ واده ﻛﻴږي ﻳﺎ ﻫﻐﻪ ﺷﺨﺺ زﻣﺎ ﺧﻮښ ﻧﻪ دى ،ﻳﻮازي
او ﻳﻮازي ﻫﻢ دا درد راﻛﻮي او ﻣﺎ ځﻮروي ﭼﻲ ﻛﺎش اوس ﻣﻲ ﭘﻼر
ژوﻧﺪى ﻳﺎ ﻣﻮږ داﺳﻲ ﺑﯥ وروره ﺧﻮﻳﻨﺪي ﻧﻪ واى ﭘﻴﺪا ﺳﻮي.
ﻣﺎ ﻛﻪ ﻫﺮڅﻮﻣﺮه ﺗﺴﻠﻲ ورﻛړه ،ﻛﻮم ګټﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ وﻛړه ،ﻣﺎښﺎم ﻧﺎوﺧﺘﻪ ﭘﻪ
ﻣړاوي ﻗﺪﻣﻮﻧﻮ ﻛﻮر ﺗﻪ روان ﺳﻮم .
ځﻨﻲ وﺧﺖ ﻳﺎ ﻛﻪ وواﻳﻢ ﻫﺮ وﺧﺖ ﻫﻢ ﺳﻤﻪ ده د اﻧﺴﺎن اﻟﻮت ﺗﻪ زړه ﻛﻴږي،
ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻣﺮوړي او واﻳﻲ ﻛﺸﻜﻲ وزري ﻣﻲ ﻟﺮﻟﻰ ﭼﻲ اﻟﻮﺗﻰ واى ﭘﻪ ﻟﻮړو او
ژورو ،اﻧﺴﺎﻧﺎن ﻛﻪ د ﻣﺮﻏﺎﻧﻮ ﭘﻪ څﯧﺮ وزري ﻧﻠﺮي ﻣګﺮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ اﻟﻮت ﻛﻮﻻى
ﺷﻲ ،ﻫﻴﻠﻲ د اﻧﺴﺎن وزرې دي د ﻻس ﺗﻪ راوړﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﻳﯥ ﻫﺮ ډول ﻣﻤﻜﻨﻪ
ﻫڅﻪ اﻟﻮت دى ،ﻧﺎﻫﻴﻠﻲ د اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ وزرو ﺑڼﻜﻲ ﻛﺎږي او ﻟﻪ اﻟﻮت څﺨﻪ
ﻳﯥ را ګﺮځﻮي ،ژوﻧﺪ ﭘﻪ اﻣﻴﺪ ﻛﻴږي ،ﻫﺪف ﻣﺰل دى ﻫﻢ ﻣﻨﺰل ﻛﻪ ﭘﻪ ژوﻧﺪ
ﻛښﻲ ﻫﺪف و ﻧﻠﺮو ﻣﺰل ﻧﻪ ﺷﻮ ﻛﻮﻻى ﭼﻲ ﻣﺰل و ﻧﻪ ﻛړو ﻣﻨﺰل ﺗﻪ ﻧﻪ رﺳﻴږو،
ﭘﻪ ﻫﻢ دې ﻓﻜﺮوﻧﻮ ﻛﻲ ډوب وم ﭼﻲ ﻛﻮر ﺗﻪ ورﺳﯧﺪم.
ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﺷﭙﻪ زه ﭼﻲ راﺗﻠﻢ ادې ﻣﻲ د ﻣﺎﻣﺎ ﻛﺮه ﺗﻠﻠﯥ وه ،څﻮ ګﻮﻟﯥ ډوډۍ
ﻣﻲ وﺧﻮړه ځﺎن ﻣﻲ د ﺧﻮب ﻏﯧږي ﺗﻪ ور وﺳﭙﺎره ،ﺗﺮ ډﯦﺮو ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎى
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
103
ﻛښﻲ ﻟټ ﭘﻪ ﻟټ اوښﺘﻢ ﺧﻮب ﻧﻪ راﺗﻪ ،د ﺷﭙﯥ ﻧﺎوﺧﺘﻪ ﭼﻲ د ﻛﻮرﻧۍ ټﻮل
ﻏړي وﻳﺪه ﺷﻮل ،ﺳﺘﺮګﻲ ﻣﻲ ﭘټﻲ ﻛړې او ﺧﻮب وړى وم.
ﻣﺎﻏﻮښﺘﻞ د ﺧﭙﻞ روح ﺗﺮ ﻧﺰوﻟﻪ د ﺷﭙﯥ ﭘﻪ ﺗﻮر ﺗﻮﻧﻞ ﻛښﻲ څﻮ ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل
وﻛړم ،د ﺧﺎﻣﻮﺷﻪ دﯦﻮاﻟﻮﻧﻮ ﺣﺎل واﺧﻠﻢ او دﻣړو ﻫﻴﻠﻮ ﭘﻪ ﻗﺒﺮوﻧﻮ ﺳﻼم
وواﻳﻢ ،د ښﺎر ﭘﻪ څﻠﻮر ﻻري ﻛﻲ روان وم ،ﻳﻮازي ﻳﻮ څﺮاغ ﺑﻠﻴﺪه ﻧﻮره
ﺗﻴﺎره وه ،د څﺮاغ ژﻳړﺑﺨﻮﻧﻲ رڼﺎ ﺗﻪ ودرﻳﺪم ﻛﻪ ګﻮرم ﻳﻮ څﻮك ﭘﻪ ﻟﺮګﻴﻨﻪ
څﻮﻛۍ ﻧﺎﺳﺖ دى ﺳﻠګۍ وﻫﻲ ،ور ﻧﮋدې ﺳﻮم او ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻣﻲ وﻛړه:
اﻳﺎ ﺗﺎﺳﻮ ﻫﻢ زﻣﺎ ﭘﻪ څﯧﺮ ﻳﻮ ورك څﻮك ﻳﺎﺳﺖ ﭼﻲ د ﺧﭙﻞ روح ﻧﺰول ﺗﻪ
دﺷﭙﯥ ﺗﺮﻧﺎوﺧﺘﻪ دښﺎر ﭘﻪ ﻻرو او ﻛﻮڅﻮ ﻛﻲ اﻧﺘﻈﺎر ﺑﺎﺳﺊ؟
ﺳﺮ ﻳﯥ ﭘﻪ داﺳﻲ ﺣﺎل ﻛښﻲ را ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړ ﭼﻲ ﺳﺘﺮګﻲ ﻳﯥ ﻟﻪ اوښﻜﻮ ډﻛﻲ
ﭼﻴﻨﯥ ګﺮځﯧﺪﻟﻲ وې ﭘﻪ ﻣﺦ ﻳﯥ د اوښﻜﻮ وﻳﺎﻟﯥ را رواﻧﻲ وې د دې ﭘﺮځﺎى
ﭼﻲ څﻪ وواﻳﻲ را وﻻړ ﺳﻮ ،ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ دواړه ﻣﺨﻪ ښﻜﻞ ﻛړم ،ﭘﻪ ځﻴﺮ ،ځﻴﺮ
ﻳﯥ زﻣﺎ وﺟﻮد او ﺟﺎﻣﯥ ﺗﺮ ﻧﻈﺮ ﺗﯧﺮوﻟﯥ ووﻳﻞ:
زﻣﺎ ﺧﺪاى ډﯦﺮ ﻣﻬﺮﺑﺎن دى ،او زﻣﺎ دا ﻳﻘﻴﻦ وو ﭼﻲ ﻳﻮ څﻮك ﺑﻪ زﻣﺎ د
ﺳﻜﻮت د ﺷﻮر ﻛﺮاروﻟﻮ ﺗﻪ راﻟﻴږي ،زه ﭘﻮﻫﻴږم ﭼﻲ زﻣﺎ او ﺳﺘﺎ د درد
ﺷﺮﻳﻜﻮﻟﻮ ﺗړون ﭘﻪ ازل ﻛﻲ ﺳﻮى او ﻣﻮږ دواړه ﻫﻐﻪ څﻮك ﻳﻮ ﭼﻲ دﺷﭙﯥ
ﺗﺮﻧﺎوﺧﺘﻪ ﭘﻮري د ښﺎر ﭘﻪ ﻻرو او ﻛﻮڅﻮ ﻛښﻲ دﺧﭙﻞ روح ﭘﻪ ﻟټﻮن ﭘﺴﻲ
ګﺮځﻮ ،ﺑﻴﺎ ﻳﯥ د ﺧﭙﻞ ﺟﻴﺐ څﺨﻪ ﻳﻮ ﻛﺎﻏﺬ راوﻳﺴﺖ او ﻣﺎﺗﻪ ﻳﯥ وﻧﻴﻮ:
ﻫﺎ دا وﻟﻮﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﺟﻤﻠﻪ ده ﭼﻲ ﻣﺎ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﺷﻌﺮ ﻧﻪ ﻛړه ﻣګﺮ ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﻳﯥ د
درد اﺣﺴﺎس ﻛﻮم ،ﭘﻪ وﺟﻮد ﻛښﻲ ﻣﻲ څړﻳﻜﻪ راوﻟﻲ او ﻟﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻣﻲ
اوښﻜﻲ ﺑﻬﻮي...
دا ﻫﻐﻪ ﺷﭙﻪ وه ﭼﻲ ﻳﻮ څﻮك ﻣﻲ د ﺧﭙﻞ ځﺎن ﭘﻪ څﯧﺮ وﻣﻮﻧﺪ ﭼﻲ د ښﺎر ﭘﻪ
ﻻرو او ﻛﻮڅﻮ ﻛښﻲ د ﺧﭙﻞ روح ﭘﻪ ﻟټﻮن ﭘﺴﯥ ﭘﻪ ﻟﻮڅﻮ ﭘښﻮ راوﺗﻠﻰ وو ،
ﻧﻐښﺘﻞ ﺳﻮى ﻛﺎﻏﺬ ﻣﻲ ﭘﺮاﻧﻴﺴﺖ ﻟﻴﻜﻠﻲ ﻳﯥ وو ﻛﺎش اﻧﺴﺎﻧﺎن ﭘﻪ ﻣﺎﺗﻮ
ﺳړﻛﻮﻧﻮ ﻛښﻲ د وړو ﺗﻮرو ﻣﻴږﻳﺎﻧﻮ او ﭘﻪ وﻳﺮاﻧﻮ ﻛﻮروﻧﻮ ﻛښﻲ د ﻣﺮﻏﺎﻧﻮ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
104
ځﺎﻟﻮ ﺗﻪ ځﻴﺮ واى ،ﺗﺮ څﻮ ﭘﻮه ﺳﻲ ﻣﻴﻨﻪ او ژوﻧﺪ ﺗﺮ ﻟﻮﻳﻮ ،ﻟﻮﻳﻮ ﻣﺎڼﻴﻮ ﭘﻪ
وﻳﺮاﻧﻮ دﯦﻮاﻟﻮﻧﻮ ﻛښﻲ ډﯦﺮ ښﻜﻠﻲ دي ،،ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﺎ وﻏﻮښﺘﻞ ﻳﻮ څﻪ
وواﻳﻢ ،راوﻳښ ﺳﻮم ﺳړى ﻣﻲ ﻟﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﭘﻨﺎه ﺳﻮى او زه ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻐﻪ ﺑﺴﺘﺮ
ﭘﺮوت وم ﭼﻲ ﻣﺎﺧﺴﺘﻦ ﻣﻲ د ﻣﻮر ﭘﻪ ﻧﻪ ﺷﺘﻮن ﻛﻲ د ﺧﻮب ﻟﭙﺎره ﭘﺨﭙﻠﻪ را
ﻏﻮړﻟﻰ وو .
★★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
105
زه ﭘﺨﭙﻠﻮ ورځﻨﻴﻮ ﻛﺎروﻧﻮ ﺑﻮﺧﺖ وم ،د روﻗﻴﯥ واده ﭘﻪ ﭘټﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﺗﯧﺮ ﺳﻮ ،ﻛﻪ
څﻪ ﻫﻢ زه ﻳﯥ ورﺑﻠﻠﻰ وم ،ﻧﻪ ورﻏﻠﻢ ،ﻣﺎ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ د ﻫﻐﻮى ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ
اوښﻜﻲ زﻏﻤﻠﻰ ﻧﻪ ﺳﻮې ،زه ﭘﻮﻫﻴﺪم څﻮﻣﺮه درد ﻟﺮي ،ﭘﻪ ﻫﻢ دې ورځﻮ
ﻛښﻲ ﻣﻲ ﻳﻮ ﺳﻬﺎر د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﻟﻴﻚ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛړ ﭼﻲ د ډاګ ﭘﻪ واﺳﻄﻪ ﻳﯥ
دوﻛﺎن ﺗﻪ راﻟﻴږﻟﻰ وو دﺧﺪاى ﭘﻪ دوﻣﺮه ﺧﺪاﻳﻲ ﻛښﻲ زﻣﺎ ﺗﻨﻬﺎﻳﻲ ،دا
ﻫﻴڅﻮك ﻧﻪ ﻣﻨﻲ ﻧﻮر ﺧﻠﻚ ﻻ ﭘﺮﯦږده زه ﭘﺨﭙﻠﻪ ﭘﻪ ﻫﻢ دې اړه ﻛﻪ ﻓﻜﺮ ﻛﻮم
ګﻮﺗﻪ ﭘﻪ ﻏﺎښ ﺳﻢ ،د ﺳﻮﭼﻮﻧﻮ ﺳﻴﻼب ﻣﻲ واﺧﻠﻲ ،د ﺧﻴﺎل ﭘﻪ ﻳﻮ ﻟﻮى
ﺳﻤﻨﺪر ﻛښﻲ ﻣﻲ واﭼﻮي ،ﻛﻪ ﻣﻲ ﻻﻣﺒﻮ زده ﻧﻪ واى ﭘﺨﻮا ﺑﻪ ډوب ﺳﻮې
وم ،ﺣﻮﺻﻠﻪ ﻣﻲ د ﺑﯥ اﻋﺘﻤﺎدۍ ﭘﻪ ﻛﺎڼﻲ ﭼﺎ وﻳﺸﺘﻠﯥ ،زرې ،زرې وه ،ﭘﻪ
راټﻮﻟﻮﻟﻮ ﻳﯥ ﺑﻮﺧﺖ ﻳﻢ ﻧﺮۍ ګﻮﺗﻲ ﻣﻲ زﺧﻤﻲ ،زﺧﻤﻲ ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﺳﺮې دي،
څړﻳﻜﻪ درد راﺳﺮه ګﺮځﻲ ،ﺑﻶﺧﺮه دا دى ﺑﻠﺪه ﺳﻮم ﻣﺎﺗﻪ درد ﻳﻮه ﻧﺸﻪ
وګﺮځﯧﺪه ،ﺗﺎ درد راﻛړ ﻣﺎ ﭘﻪ ورﻳﻦ ﺗﻨﺪي د زړه ﭘﻪ ﺧﻮﻧﻪ ﻛښﻲ د ﻳﻮې
ﻟﺮﻏﻮﻧﻲ ﺗﺎﺑﻠﻮ ﭘﻪ څﯧﺮ راځﻮړﻧﺪ ﻛړ ،ﻣﺎ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ د درد ﭘﻪ ﻧﻮم ﭼﻴﻐﻪ ﻧﻪ وﻛړه
زه ﭘﻮﻫﻴږم ﻛﻪ ﭼﻴﻐﻲ ﻛړم درد ﺗﻪ دي ﺗﻮﻫﻴﻦ ﻛﻴږي ،ﭘﻪ دې ورﺳﺘﻴﻮ ﻛښﻲ ﺗﺎ
او ﺧﺪاى دواړو ﺗﻪ ﺷﺮﻣﻨﺪه ﻳﻢ ،ډارﻳږم ﻛﻪ ﻟﻪ ژوﻧﺪه وروﺳﺘﻪ ژوﻧﺪۍ او
ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﻟﻴﺪو ﺑﻴﺎ وﻣﺮم ﺧﺪاى ﺑﻪ زﻣﺎ ﭘﻪ ﺑﻴﺎ ﻣړﻳﻨﻪ ﻧﻮرو ﺑﻨﺪګﺎﻧﻮ ﺗﻪ څﻪ ځﻮاب
ورﻛﻮي ،ﻫﻢ دا ﺳﻮال دى ﭼﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛښﻲ ﻣﻲ ګﺮد ګﺮځﻲ د ﺧﻴﺎل وﻧﻲ ﻣﻲ
ﺧﻮري ،ﻫﻮ رښﺘﻴﺎ ﺳﺘﺎ راﻛړى د درد ﺗﺨﻢ راﺳﺮه دى ،ﭘﻪ وﺟﻮد ﻛﻲ ﺑﻪ ﻣﻲ
ﻳﻮ ،ﻳﻮ را ټﻮﻛﻴږي ﻟﻜﻪ ﺷﻨﯥ ﺗﻨﻜۍ ﻛﺒﻠﻲ ،،
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
106
د ﻟﻴﻚ ﺗﺮ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ وروﺳﺘﻪ ﻳﻮ وړ اﻧﺪﻳښﻨﻪ راﺳﺮه ﺳﻮه ،داﺳﻲ ﻛﻮم درد دى
ﭼﻲ ﻣﺎ ﭘﻠﻮﺷﯥ ﺗﻪ ورﻛړى ،ﻫﻐﯥ داﺧﺒﺮي ﻣﺎﺗﻪ ﭘﻪ ﺗﻠﻴﻔﻮن ﻫﻢ ﻛﻮﻻى ﺳﻮې،
وﻟﯥ د ډاګ ﻟﻪ ﻻري ډارﯦږم ﻛﻪ ﻟﻪ ژوﻧﺪه وروﺳﺘﻪ ژوﻧﺪۍ او ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﻟﻴﺪو
ﺑﻴﺎ وﻣﺮم ﺧﺪاى ﺑﻪ زﻣﺎ ﭘﻪ ﺑﻴﺎ ﻣړﻳﻨﻪ ﻧﻮرو ﺑﻨﺪګﺎﻧﻮ ﺗﻪ څﻪ ځﻮاب ورﻛﻮي،،
ﻫﻢ دا ﺟﻤﻠﻪ ﻣﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﻲ ګﺮځﯧﺪﻟﻪ او ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ،ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯧﺪﻟﻪ.
ﻣﺎ د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﺳﺮه اړﻳﻜﯥ ښﻜﺘﻪ ﻛړې ،ﭘﻪ ﺧﻮاﻟﻪ رﺳﻨۍ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺗﻞ دﺧﭙﻞ
ﭘښﺘﻮ ﻟﻴﻚ ﻧﻤﻮﻧﯥ راﻟﯧږﻟﯥ ،زه ﭘﻮﻫﻴﺪم ﭼﻲ اوس ﻳﯥ ﭘښﺘﻮ ﻟﻴﻚ زده ﻛړى
او ﺗﺮ ﭘﺨﻮا ډﯦﺮه ﺗﻜړه ده ،او ښﻪ ﭘښﺘﻮ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺳﻲ اوس ﺑﻪ ﻳﯥ زﻣﺎ ﺳﺮه ﻫﻢ
ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﺗﻮرو ﭘﻴﻐﺎم ﻟﻴږو ،د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻪ رﺳﻨﻴﻮ ﻛﯥ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ د ﺿﺮب
ﻋﻀﺐ ،،ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﺧﺒﺮي رواﻧﻲ وي ﭼﻲ د ﺑﻠﻮﭼﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻛښﻲ د
ﺗﺤﺮﻳﻚ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﺮ ﺿﺪ وو ،د ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻮځ ﭘﻪ ﺷﻤﺎﻟﻲ وزﻳﺮﺳﺘﺎن ﻛﻲ د
ﺿﺮب ﻋﻀﺐ ﻋﻤﻠﻴﺎت ﭘﻪ داﺳﻲ ﺣﺎل ﻛﻲ ﭘﻴﻞ ﻛړل ﭼﻲ اﻣﺮﻳﻜﺎ او ﻧﻮرو
ﻏﺮﺑﻲ ﻫﻴﻮادوﻧﻮ ﺗﺮې ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﭼﻲ د ﺣﻘﺎﻧﻲ ﺷﺒﻜﯥ او ﻧﻮرو ډﻟﻮ
ﭘﺮﺿﺪ دي ﺑﻴړﻧﻲ ګﺎﻣﻮﻧﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي.
ﻳﻮه ورځ ﻣﺎځﻴګﺮ د ﭘﻠﻮﺷﯥ ټﻠﻴﻔﻮن راﻏﻰ زړه ﻧﺎ زړه ﻣﻲ ځﻮاب ورﻛړ ﻫﻐﯥ
ووﻳﻞ:
_ د ﺑﯥ ځﺎﻳﻪ ﺷﻮﻳﻮ ﻛﻮرﻧﻴﻮ د درﻣﻠﻨﻲ ﻟﭙﺎره ،ﺷﻤﺎﻟﻲ ﺑﻠﻮﭼﺴﺘﺎن او ﻗﺒﺎﻳﻠﻲ
ﺳﻴﻤﻮ ﺗﻪ ﭼﯥ د ﺿﺮب ﻋﻀﺐ ،،ﻋﻤﻠﻴﺎت روان دي ﻣﻴډﻳﻜﻞ ﻛﻴﻤﭗ ﭘﻪ
ﭘﻼن ﻛښﻲ ﻧﻴﻮل ﺳﻮى ،دﻏﻮ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﻟﺴګﻮﻧﻪ زره ﻗﺒﺎﻳﻠﻲ وګړي دې ﺗﻪ اړ
ﻛړي ﭼﻲ ﺧﭙﻞ ﻛﻠﻰ وﻟﺲ ﭘﺮﯦږدي او ﭘﻪ ﺑﻨﻮ ،ﭘﯧښﻮر او ﻧﻮرو ﺳﻴﻤﻮ ﻛﻲ د
ﻛډواﻟۍ ژوﻧﺪ وﻛړي ،او د درﻣﻠﻨﻲ ﻟﭙﺎره ﻛﻮﻣﻪ ﺧﺎص وزﻟﻪ ﻧﻠﺮي.
زه ﭘټﻪ ﺧﻮﻟﻪ وم ﻫﻴڅ ﻣﻲ ﻧﻪ وﻳﻞ ﻳﻮازي د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﺧﺒﺮي ﻣﻲ اورﻳﺪﻟﯥ وې
وﻳﻞ:
_ ﻣﻘﺘﺼﺪه ! ﺗﻪ زﻣﺎ ﻏږ اورې ! زه ﻫﻢ د ډاﻛﺘﺮاﻧﻮ ﻟﻪ ټﻴﻢ ﺳﺮه ځﻢ ،ﻛﯧﺪاى
ﺳﻲ ﻫﻠﺘﻪ ﻣﺨﺎﺑﺮاﺗﻲ ﺷﺒﻜﯥ ﻛﺎر ﻧﻪ ﻛﻮي او ﻫﻢ دارﻧګﻪ ﻣﻮږ ﺗﻪ د ټﻠﻴﻔﻮن
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
107
ﻛﻮﻟﻮ اﺟﺎزه ﻫﻢ ﻧﺴﺘﻪ ،ځﻜﻪ ﻣﻲ وﻏﻮښﺘﻞ درﺳﺮه ﺧﺒﺮي وﻛړم ﻟﻄﻔﺎً ﭘﻪ دﻋﺎ
ﻛﻲ ﻣﻲ ﻳﺎده ﻟﺮه ،اړﻳﻜﻪ ﻳﯥ ﭘﺮې ﺳﻮه ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﺎ وﻏﻮښﺘﻞ ﻳﻮځﻞ ﺑﻴﺎ
ورﺳﺮه اړﻳﻜﻪ وﻧﻴﺴﻢ ټﻠﻴﻔﻮن ﻳﯥ ﺑﻨﺪ ﺳﻮى وو.
★★★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
108
د ﺗﻠﻮﻳﺰون ﭘﺮدې ﺗﻪ ﻧﺎﺳﺖ وم ،ﭘﻪ ﻳﻮه او دوه ﻳﯥ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴﺪم ،ﻣﺎښﺎم ﻧﺎوﺧﺘﻪ
ﻣﻲ ځﺎن ﺗﻪ ﻳﻮ ﭼﺎى را وﻏﻮښﺖ ،ﭼﺎى ﻳﯥ ﻻ ﻧﻪ وو راوړى ﭼﻲ د ﺗﻠﻮﻳﺰون ﭘﻪ
ﭘﺮده ﺑﻴړﻧﻰ ﺧﺒﺮ ﺳﻮ ،د ﺗﻠﻮﻳﺰون وﻳﺎﻧﺪي ﭘﻪ ډﯦﺮه ﺑﻴړﻧۍ ﻟﻬﺠﻪ ﺧﺒﺮي ﻛﻮﻟﯥ
او ﭘﻪ ﺗﻜﺮار ﺳﺮه ﻳﯥ ﻫﻢ دا ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﻛړه ﭼﻲ د ﺑﻠﻮﭼﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺧﻀﺪار
ﺳﻴﻤﻪ ﻛﻲ ﭼﺎودﻧﻪ ﺷﻮې ده ،،
ﻣﺴﻠﺴﻞ ﻳﯥ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﺒﺮﻳﺎﻻﻧﻮ ﺳﺮه اړﻳﻜﻪ ﻧﻴﻮﻟﻪ زه ﻫﻢ ﭘټﻪ ﺧﻮﻟﻪ ورﺗﻪ
ﻧﺎﺳﺖ وم ،دا وﺧﺖ د دوﻛﺎن ﺧﺎوﻧﺪ ﻫﻢ راﻏﻰ ،د ﭘﻴښﻲ د ﻻ ښﻪ ﺗﻔﺼﻴﻞ
ﻟﭙﺎره ﻳﯥ ﭼﻴﻨﻞ ﺑﺪل ﻛړ ،د ﺗﻠﻮﻳﺰون ﭘﻪ ﭘﺮده ﭘﻪ ﻏټﻮ ټﻜﻮ ﻟﻴﻜﻞ ﺳﻮي وو ) د
ﺑﻠﻮﭼﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺧﻀﺪار ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ د »ﺷﺎه ﻧﻮراﻧﻲ« ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ زﻳﺎرت ﻛﻲ
ﭼﺎودﻧﻪ ﺷﻮې ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﻲ ﻳﯥ ﺷﺎوﺧﻮا ﭘﻨځﻮس ﺗﻨﻪ وژل ﺷﻮي او
ﺷﺎوﺧﻮا ﺳﻞ ﺗﻨﻪ ﭘﻜﻲ ټﭙﻴﺎن ﺷﻮي دي ( ځﻤﻜﻪ راﺑﺎﻧﺪي وګﺮځﻴﺪه ،ﭘﻪ ﻫﻴڅ
ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴﺪم ،د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﻧﻤﺒﺮ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﺑﻨﺪ وو ،ﭘﻴﻐﺎﻣﻮﻧﻪ ﻣﻲ ورﺗﻪ وﻟﻴږل ﻫﻴڅ
ځﻮاب ﻳﯥ ﻧﻪ راﺗﻪ.
رﺳﻨﻴﻮ ﻫﻢ دا ﻳﻮ ﺧﺒﺮ ﺗﺎزه ﻛﺎوه او ﻣﺎﻟﻮﻣﺎت ﻳﯥ ﺧﭙﺮول ،ﻳﻮ ﺗﻦ ﺧﺒﺮﻳﺎل ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﻮ ﺧﺒﺮو ﻛﻲ ووﻳﻞ:
ﻧﻦ د ﺷﻨﺒﯥ ﭘﻪ ﻣﺎښﺎم ﭘﻪ دې ﻣﺰار ﻛﯥ ﻟﻪ ﭘﻨځﻮ ﺗﺮ ﺷﭙږ ﺳﻮه زﻳﺎرت ﻛﻮوﻧﻜﻲ
ﻣﻮﺟﻮد وو ﭼﻲ ﻧﺎﺑﺒﺮه ورﺑﺎﻧﺪي ﭼﺎودﻧﻪ وﺷﻮه او ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﻲ ﻳﯥ ﺷﺎوﺧﻮا
ﻳﻮ ﻧﻴﻢ ﺳﻞ ﻛﺴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﺮګ ژوﺑﻠﻪ واوښﺘﻪ.
د ﭼﺎودﻧﻲ ﻳﻮه ﻋﻴﻨﻲ ﺷﺎﻫﺪه واﻳﻲ:
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
112
"ﭼﺎودﻧﻪ وﺷﻮه ،ﻣﻮږ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺑﭽﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه د ﭘﻴښﻲ ﻟﻪ ځﺎﻳﻪ ﭘﻪ ﻣﻨډه را
ووﺗﻠﻮ ،ﭘﻪ ﻣﺰار ﻛﻲ ﻋُﺮس روان وو ،د ښځﻮ رﻗﺺ ﻳﺎ »دﻫﻤﺎل« ﺷﺮوع وو،
ﭼﺎودﻧﻪ وﺷﻮه".
د ﻋﻴﻨﻲ ﺷﺎﻫﺪﻳﻨﻮ ﭘﻪ وﻳﻨﺎ ﭘﻪ ﻣﺰار ﻛﻲ ﭼﻲ ﺧﻠﻚ راټﻮل وو ،ځﻜﻪ ﻫﻢ زﻳﺎﺗﻮ
ﺧﻠﻜﻮ ﺗﻪ ﭘﻜﻲ ﻣﺮګ ژوﺑﻠﻪ واوښﺘﻪ.
ﻳﻮ ﺑﻞ ﻋﻴﻨﻲ ﺷﺎﻫﺪ واﻳﻲ:
"ﻣﻮږ وﻻړ وو ﺧﻠﻚ د وﺟﺪ ﭘﻪ ﺣﺎﻟﺖ ﻛﻲ وو ،ﻧﺎﺑﺒﺮه ﭼﺎودﻧﻪ وﺷﻮه ،د
ﻫﻴڅ ﭼﺎ ﭘﺮ ﺣﺎﻟﺖ دﭼﺎ ﺣﺎل ﻧﻪ وو ،ﺧﻠﻜﻮ ﻣﻨډي وﻫﻠﯥ ،ﻫﻠﺘﻪ اﺗﻴﺎ ﻧﻴﻮي
ﻛﺴﺎن ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﻛﻲ ﻟﺖ ﭘﺖ ﭘﺮ ځﻤﻜﻪ ﭘﺮاﺗﻪ وو.
ﺷﭙﻪ ﭘﻪ داﺳﻲ ﺣﺎل ﻛﻲ ﭼﻲ ځﻤﻜﻲ د ﺧﻮب ﻟﭙﺎره ځﺎى ﻧﻪ راﻛﺎوه راﺑﺎﻧﺪي
ﺗﯧﺮه ﺳﻮه ،د ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﺗﺮ ادا ﻛﻮﻟﻮ وروﺳﺘﻪ ﻣﻲ ﻣﻮﺑﺎﻳﻞ راواﺧﻴﺴﺖ ﻣﺎ
ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﻲ د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﺣﺎل واﺧﻠﻢ د روﻗﻴﯥ ﭘﻪ ﭘﻴﻐﺎم ﻣﻲ ﺳﺘﺮګﻲ
وﻟګﻴﺪﻟﯥ:
ﻫڅﻪ ﻣﻲ وﻛړه درﺳﺮه ﺧﺒﺮي وﻛړم ﺗﻪ ﻟﻜﻪ ﭼﻲ وﻳﺪه ﺳﻮى وې ﻛﯧﺪاى ﺳﻲ
ﺧﺒﺮ ﺳﻮى ﺑﻪ ﻫﻢ ﻳﯥ ﭼﻲ د ﺻﻮﻓﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺰار ﻛﻲ ﭼﺎودﻧﻪ ﺳﻮې ده،زه ﻫﻢ دا
اوس ﻛﻮټﻲ ﺗﻪ رواﻧﻴږم ﭘﻪ ﭘﺮوﻧۍ ﭘﯧښﻪ ﻛﻲ ﭘﻠﻮﺷﻪ او د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﭘﻪ ﺷﻤﻮل
زﻣﻮږ دوه ﻧﻮري ډاﻛﺘﺮاﻧﻲ ﻫﻢ ﺷﻬﻴﺪاﻧﻲ دي .
★★★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
113
ﻛﻠﻪ ﭼﻲ د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﻟﻪ ﻣړﻳﻨﻲ ﺧﺒﺮ ﺳﻮم ،ﺳﺮ راﺑﺎﻧﺪي وګﺮځﯧﺪه ،ﭘﻪ دواړو
ﻻﺳﻮ ﻣﻲ ﻛﻠﻚ وﻧﻴﻮ ﭘﻪ ځﻤﻜﻪ ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻢ ،او ﻟﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻣﻲ اوښﻜﻪ را ﺟﻼ
ﺳﻮه ،د دې ﻟﭙﺎره ﭼﻲ څﻮك را ﺑﺎﻧﺪي ﭘﻮه ﻧﺴﻲ ﻟﻪ ﻛﻮره را ووﺗﻢ او دوﻛﺎن
ﺗﻪ راﻏﻠﻢ ،د ﻏﺮﻣﯥ وﺧﺖ وو ﭼﻲ اﺳﺘﺎد د ﻛﻮم ﻛﺎر ﻟﭙﺎره دﺑﺎﻧﺪي ووت او زه
ﻳﻮازي ﭘﺎﺗﻲ ﺳﻮم ،زړه ﺗﻨګﻲ را ﺑﺎﻧﺪي ﺑﺎر ﺳﻮه ،ﻟﻜﻪ ﻟﻴﻮﻧﻰ ﺳﺮ ﻣﻲ د ﻣﻴﺰ
ﭘﻪ ﺷﻴﺸﻪ وواﻫﻪ ،ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎﻳﻪ را وﻻړ ﺳﻮم او د ځﺎن وژﻧﻲ اراده ﻣﻲ وﻛړه.
د اﺳﺘﺎد ﺗﺮ راﺗګ وړاﻧﺪې د ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﺗﺎروﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﻮڅﻮﻟﻮ ﻟګﻴﺎ ﺳﻮم ،ﭘﻪ ډﯦﺮه
ﺗﻠﻮار او وارﺧﻄﺎﻳﻲ ﺳﺮه ﻣﻲ د ﭼﺎﻗﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ د ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﺗﺎروﻧﻪ ﻟﻮڅ ﻛړل،
ﻟﻪ ژوﻧﺪ څﺨﻪ ﺳﺘړى او ﻣﺎﺗﻲ ﻣﻲ ﻣﻨﻠﯥ وه ،ﻣﺎ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ ﻧﻮر ﻳﻮه ﺷﻴﺒﻪ ﻫﻢ
ژوﻧﺪى ﭘﺎﺗﻲ ﺳﻢ ،ﺗﺎروﻧﻪ ﻣﻲ ﭘﻪ ﻣﻮټ ﻛﯥ وﻧﻴﻮل ،ﻛﻮم اﺛﺮ ﻳﯥ ﻧﻪ وﻛړ ،ﻳﻮ
ځﻞ ﺑﻴﺎ ﻣﻲ ﻻس ور وړ ﻫﻢ داﺳﻲ وﺷﻮل او ﻫﻴڅ اﺛﺮ ﻳﯥ ﻧﻪ راﺑﺎﻧﺪي وﻛړ ،
وروﺳﺘﻪ ﭘﻮه ﺳﻮم ﭼﻲ ﺑﺮﻳښﻨﺎ ﻧﻪ راځﻲ او ﺗﺮ راﺗﻠﻮ ﭘﻮري ﻳﯥ ﻧﻴﻢ ﺳﺎﻋﺖ
وﺧﺖ ﭘﺎﺗﻲ دى.
د ﺑﺮﻳښﻨﺎ د راﺗګ ﭘﻪ ﻃﻤﻌﻪ وم ﭼﻲ اﺳﺘﺎد راﻏﻰ ،ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ دې ﭼﻲ ﺳﻼم
واﭼﻮي ﻳﺎ د ﻧﻮر ﻛﻠﻪ ﭘﻪ څﯧﺮ د ﻛﺎر ﭘﻪ اړه ﺧﺒﺮي وﻛړي زﻣﺎ ﺳﺘﺮګﻮ ﺗﻪ ځﻴﺮ ﺳﻮ
او وې وﻳﻞ:
_ ﭘﻪ ﺗﺎ څﻪ ﺷﻮي دي؟ ﺳﺘﺮګﻲ دي وﻟﻲ داﺳﻲ ﺳﺮې اوښﺘﻲ ﻟﻜﻪ ښﻪ ډﯦﺮ
ﭼﻲ دي ژړﻟﻲ وي.
زه ﻏﻠﻰ وم ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻠﻲ ﺧﺒﺮي ﻻ ﭘﺴﯥ اوږدې ﻛړې:
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
114
_ ﭘﻪ څﻮ ،څﻮ واره ﻣﻲ ﻣﻨﻊ ﻛړى ﻳﯥ ﭼﻲ ﺗﻠﻮﻳﺰون او ﻣﻮﺑﺎﻳﻞ ﺗﻪ ډﯦﺮ ﻣﻪ
ګﻮره ،ﺗﺎ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ زﻣﺎ ﺧﺒﺮي و ﻧﻪ ﻣﻨﻠﯥ ،ﺗﻪ وګﻮره ﺳﺘﺮګﻲ دي څﺮﻧګﻪ ﻟﻜﻪ
د وﻳﻨﻮ ډﻛﻲ ﻛﺎﺳﯥ ﺳﺮې ،ﺳﺮې اوښﺘﻲ دي ،راځﻪ ﭼﻲ اوس ډاﻛﺘﺮ ﺗﻪ
ورﺳﻮ ،ﭼﻲ ښﻪ ﺳﯥ.
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ زه ښﻪ ﻳﻢ او ﻧﻪ ﻏﻮاړم ډاﻛﺘﺮ ﺗﻪ ورﺳﻢ ،زﻣﺎ د ﺳﺘﺮګﻮ درد ﭘﺨﻮاﻧﻰ دى او
دا ﻟﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺘﻪ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻣﺪرﺳﻪ ﻛﻲ وم ،ﺗﺮ ﻧﻴﻤﻮ ﺷﭙﻮ ﻣﻲ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﻟﻮﺳﺘﻞ،
او ﺑﯥ ﺧﻮﺑﻪ ﺑﻪ وم.
ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ:
_ ﺗﻪ وګﻮره ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻫﻨﺪاره ﻛﻲ ﺗﺮڅﻮ ﭘﻮه ﺳﯥ زه وﻟﻲ درﺗﻪ ﻏﺼﻪ
ﻳﻢ ،آﻳﺎ ﺳﺘﺎ ﭘﺎم ﻧﻪ دى ﻧﻦ څﻪ وړ ښﻜﺎرﻳږې ،ﻟﻜﻪ ﻳﻮ ښﻪ ګﻨﻬګﺎر ،،ﭼﻲ
ﺷﺮاب ﻳﯥ څښﻠﻲ وي ،ﻳﺎ ﻫﻐﻪ ﻗﺎﺗﻞ ﭼﻲ ډﯦﺮ ﺑﯥ ګﻨﺎ اﻧﺴﺎﻧﺎن ﻳﯥ وژﻟﻲ وي.
ﻣﺎ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﻲ اﺳﺘﺎد ﻫﻢ ډاﻛﺘﺮ ﺗﻪ راﺳﺮه وﻻړ ﺷﻲ
ور ﻏﺒﺮګﻪ ﻣﻲ ﻛړه:
_وﺧﺖ د ﻛﺎر دى ښﻪ ﺑﻪ دا وي ﭼﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ دوﻛﺎن ﻛﻲ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﯥ زه ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻫﻢ
دا اوس ډاﻛﺘﺮ ﺗﻪ ورځﻢ.
روﻏﺘﻮن ﺗﻪ ورﻏﻠﻢ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﺧﺪﻣﺘګﺎري ﻧﺠﻠۍ وﻟﻴﺪم را وړاﻧﺪي ﺳﻮه او
راﺗﻪ وې وﻳﻞ:
_ آﻳﺎ ﺗﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ څﻮك ﻳﯥ ﭼﻲ ﺗﺮ دې وړاﻧﺪي ﻫﻢ راﻏﻠﻰ وې او د دې
روﻏﺘﻮن ډاﻛﺘﺮ دي ﻣﻠګﺮى دى؟
ﻛﻪ ﺗﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ څﻮك ﻳﯥ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ وﻟﻲ د دې ﭘﺮ ځﺎى ﭼﻲ ښﻪ ﺳﯥ ﺣﺎﻟﺖ دي
ﺗﺮﭘﺨﻮا ﻫﻢ ﺧﺮاب ﺳﻮى.
ﻣﺎ څﻪ ﻧﻪ وﻳﻞ ،دې ﺗﺮ ﻻس وﻧﻴﻮم او ﻛﺘﻨځﺎى ﺗﻪ ﻳﯥ ﺑﻮﺗﻠﻢ ،ډاﻛﺘﺮ ﭼﻲ زه
وﻟﻴﺪم را وﻻړ ﺳﻮ ﺗﺮ ﻣټ ﻳﯥ وﻧﻴﻮﻟﻢ ،څﻮﻛۍ ﻳﯥ راﺗﻪ ﺳﻤﻪ ﻛړه،
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
115
ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻢ .ډاﻛﺘﺮ زﻣﺎ ﺳﺘﺮګﻲ او ﻓﺸﺎر وﻛﺎﺗﻪ ،ﺧﭙﻠﻪ اﻟﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻏﺎړه ﻛﻲ
واﭼﻮﻟﻪ او ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻳﯥ ﭘﻴﻞ وﻛړ:
_ﻣﻮږ د څﻮ ﻟﺴﻴﺰو راﻫﻴﺴﯥ د ﺟګړې او ﻻﻧﺠﻮ ﻟﻪ اﻣﻠﻪ ﻛړﻳږو ﭼﻲ دﻏﻪ
ﻧﺎورﻳﻨﻮﻧﻪ ﻧﻪ ﻳﻮازي ﺟﺴﻤﺎﻧﻲ روﻏﺘﻴﺎ ﺑﻠﻜﯥ زﻣﻮږ او ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻪ رواﻧﻲ
روﻏﺘﻴﺎ ﻳﯥ ﻫﻢ اﻏﻴﺰه ﻛړې ده.
ﺧﭙګﺎن او ﻟﻪ ﺣﺎدﺛﯥ وروﺳﺘﻪ رواﻧﻲ اﺧﺘﻼﻻت د رواﻧﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﻟﻪ
ﻣﻌﻤﻮﻟﻮ اﺧﺘﻼﻻﺗﻮ څﺨﻪ دى ﭼﻲ ﭘﺨﻮا ﺑﻪ ﭘﻪ زړو ﺳړو او ښځﻮ ﻛﻲ ﻟﻴﺪل
ﻛﯧﺪل ،ﻟﻪ ﺑﺪه ﻣﺮﻏﻪ ﻧﻮﻣﻮړي رواﻧﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰي ﭘﻪ اوس وﺧﺖ ﻛﻲ ﺳﺘﺎ
ﻏﻮﻧﺪي ﭘﻪ ﻧﻮرو ډﯦﺮو ځﻮاﻧﺎﻧﻮ ﻛﻲ ﻫﻢ ﻟﻴﺪل ﺷﻮي دي.
دواﻣﺪاره ﺟګړې ﺷﺘﻮن ،اﻗﺘﺼﺎدي ﺳﺘﻮﻧﺰي، ﭼﻲ ﺑﺎﻋﺚ ﻳﯥ د
ﺗﺎوﺗﺮﻳﺨﻮاﻟﻰ ،ﺑﯥ ﺳﻮادي او ﻧﻮر ګڼ ﺷﻤﯧﺮ ﻻﻣﻠﻮﻧﻪ دي زه ﻧﻪ ﻏﻮاړم ﭘﻪ ﻫﻢ
دې اړه ﺑﺤﺚ اوږد ﺳﻲ ﺑﺎﻳﺪ وواﻳﯥ ﭼﻲ ﻛﻮم داﺳﯥ درد دى ﭼﻲ ﺗﺎ
ځﻮروي؟
دا ﺳﺘﺎ ﻟﭙﺎره ﺗﻜﺮاري ﭘﻮښﺘﻨﻪ ده ،ﻣګﺮ زﻣﺎ ﻟﭙﺎره ﻧﻮې ده ځﻜﻪ ﭼﻲ ﺗﺮ اوﺳﻪ
ﭘﻮري ﺗﺎ ځﻮاب ﻧﻪ دى راﻛړى .
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ ډاﻛﺘﺮه! زه ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم د ﻛﻮم ﻳﻮ درد څړﻳﻜﻪ ﺑﻪ وي ﭼﻲ ﻣﺎ ﺗﺮ ﻧﻮرو ټﻮﻟﻮ
دردوﻧﻮ ډﯦﺮ ځﻮروي ،زﻣﺎ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮى ارﻣﺎن ﭼﻲ ﻟﻪ ﻟﻴﺴﯥ ﻓﺎرغ ﺳﻢ او ﺑﻴﺎ
د ﺧﭙﻠﻲ ﺧﻮښﻲ ﭘﻪ څﺎﻧګﻪ ﻛښﻲ ﭘﻮﻫﻨﺘﻮن وﻟﻮﻟﻢ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﭘﻮره ﻧﺴﻮ ،ﭘﻪ اﺗﻢ
ټﻮﻟګﻲ ﻛښﻲ وم ﭼﻲ زده ﻛړي ﭘﻪ ﻫﻴﻮاد ﻛښﻲ د ﻧﺎ اﻣﻨۍ ﻟﻪ اﻣﻠﻪ راڅﺨﻪ
ﭘﺎﺗﻲ ﺳﻮې ،او ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻣﺎ وﻏﻮښﺘﻞ د ﭘﻼر ﭘﻪ څﯧﺮ ښﻪ دﻳﻨﻲ ﻋﺎﻟﻢ ﺳﻢ ،ﻋﺎﻟﻢ
ﻧﻪ ﺳﻮم ،اوس ﻫﻢ ﭼﻲ را ﻳﺎد ﻳﯥ ﻛړم زﻣﺎ د ﻫﻤﺰوﻟﻮ ﻟﻪ اﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻮ ﺳﺮه
څﺮﻧګﻪ ﻟﻮﺑﻲ وﺷﻮې او ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑﻠﻪ ﺑﻬﺎﻧﻪ ﻳﯥ د ﺧﭙﻞ ﻣﻘﺼﺪ ﻟﭙﺎره ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ
ﻛړل ،ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺣﺎل ﺷﻜﺮ ادا ﻛړم.
او ﺑﻴﺎ ...
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
116
ډاﻛﺘﺮ راﻧﮋدې ﺳﻮ وې وﻳﻞ:
_ او ﺑﻴﺎ څﻪ وﺷﻮل وﻟﻲ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺧﺒﺮه ﻛښﻲ ودرﻳﺪې؟
وﻣﻲ وﻳﻞ:
ﻣﺎ ﭘﻪ دوﻣﺮه ﭘټﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﻣﻴﻨﻪ وﻛړه ﭼﻲ زﻣﺎ ﭼﻮﭘﺘﻴﺎ ﭼﻴﻐﻲ ووﻫﻠﯥ او ټﻮل
ﺧﭙﻞ ،ﭘﺮدي ﻳﯥ راﺑﺎﻧﺪي ﺧﺒﺮ ﻛړل ،ﻫﺮڅﻪ ﻣﻲ وﻛړل د ﻣﻴﻨﻲ ﻟﭙﺎره ،اﻧﺘﻈﺎر،
ﺳﺠﺪې ،دﻋﺎوي ،ژړاوي او ډﯦﺮ ﻫﻐﻪ څﻪ ﭼﻲ ﻧﺎﻣﻤﻜﻦ وو ﻣﺎ ﻳﯥ د ﻣﻤﻜﻦ
ﻛﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎره ﻫڅﻲ وﻛړې ،ﻻﻛﻦ دا ﺑﻪ زﻣﺎ ﻧﺼﻴﺐ وو ،او ﺑﻴﺎ ﻛﻠﻪ ﭼﻲ زه دﻟﺘﻪ
راﻏﻠﻢ ،ﭘﻪ ﻛﺎر ﻣﻲ ﭘﻴﻞ وﻛړ ،ﻟﻪ ﻛﺎره ﺳﺮه ﺑﻠﺪ ﺳﻮم ...
ﭘﺨﭙﻠﻮ ﺧﺒﺮو ﻛﻲ ودرﻳﺪم ﻣﺎ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻞ ﺗﺮدې زﻳﺎﺗﻲ ﺧﺒﺮي وﻛړم
ډاﻛﺘﺮ ووﻳﻞ:
_اﻧﺪﻳښﻨﯥ ،ﻋﺎﻃﻔﯥ ﺗﺮﻳﻨګﻠﺘﻮب ،دزور ودوﻧﻪ ،د ﻛﻮرﻧۍ او ﻛﻮم ﺧﺎص
ﭼﺎ څﺨﻪ ﺟﻼواﻟﻰ دا ﻫﺮڅﻪ ﻳﻮ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ رواﻧﻲ ﻧﺎروﻏۍ اﺧﺘﻪ ﻛﻮي ،زه ﻳﯥ
ﭘﻪ ﺗﺎ ﻛښﻲ ﻧښﻲ وﻳﻨﻢ ،ﺗﻪ ﺑﺎﻳﺪ د زړه ﺣﺎل ﺑﻴﺎن ﻛړې ﭼﻲ زړه دي ﺳﭙﻚ ﺳﻲ
او درﻣﻠﻨﻪ دي وﺳﻲ.
وﻣﻲ وﻳﻞ:
_ د ﭘﻠﻮﺷﯥ ﺳﺮه د زړه ﺗړل او ﻫﻢ دا رﻧګﻪ ﻫﻐﻪ ﻟﻴﻚ ﭼﻲ ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﺑﻪ ﻫﻐﯥ ﺗﻪ
ﻧﻪ ورﺳﻴږي ﻣﺎ اوس ﻫﻢ ځﻮروي.
ﺑﻴﺎ ﻣﻲ ﻫﻐﻪ ﻟﻴﻚ ﭼﻲ ﭘﻠﻮﺷﯥ ﺗﻪ ﻣﻲ ﻟﻴﻜﻠﻰ وو ،ډاﻛﺘﺮ ﺗﻪ وﻧﻴﻮ ،ﻫﻐﻪ ژر ،ژر
ﻋﻴﻨﻜﻲ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛړې او د ﻟﻴﻚ ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﺑﻮﺧﺖ ﺳﻮ ،ﻛﻠﻪ ﭼﻲ ﻟﻴﻚ ﻳﯥ
ﭘﺎى ﺗﻪ ورﺳﺎوه زﻣﺎ ﻻس ﻳﯥ ﭘﺨﭙﻞ ﻻس ﻛﻲ وﻧﻴﺆ وې وﻳﻞ:
_ ﻣﻘﺘﺼﺪه ! ﻛﻪ ﺗﻪ ﭘﻮه ﺳﯥ اوس ﻫﻢ ﻛﻮﻻى ﺷﯥ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻳﻮ ﻧﻮى ژوﻧﺪ
ﭘﻴﻞ ﻛړې ،ﺗﻪ وګﻮره ﻟﻤﺮ ﭘﻪ ﻟﻮﻳﺪو دى ،ﺳﻬﺎر ﺑﻪ دا ﻟﻤﺮ ﻟﻪ ﻧﻮﻳﻮ ﻫﻴﻠﻮ ﺳﺮه را
ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻴږي.
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
117
آراﻣﺘﻴﺎ ﺗﻪ د رﺳﻴﺪو ﻟﭙﺎره ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ژور ﺧﭙګﺎن ﺑﺎﻧﺪي ﻏﻠﺒﻪ وﻛړې ،د
ژوﻧﺪ د ﻣﺴﺎﻳﻠﻮ ﭘﻪ وړاﻧﺪي ﻣﺜﺒﺖ ﺣﺎﻟﺖ وﻟﺮه ،ﭘﻪ ډﯦﺮه آراﻣۍ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻪ ځﺎﻳﻪ
ﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻪ .
دا وﺧﺖ ﻳﯥ زه ﻟﻪ ﻛﺘﻨځﺎﻳﻪ ﺧﭙﻠﻲ ﺧﻮﻧﻲ ﺗﻪ راوﺳﺘﻢ ،ﻛړﻛۍ ﻳﯥ ﺧﻼﺻﻪ او
څﻮﻛۍ ﻳﯥ راﺗﻪ ﺳﻤﻪ ﻛړه ،زﻣﺎ ﺳﺘﺮګﻲ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺗﺎﺑﻠﻮ وﻧښﺘﯥ ﭼﻲ د ﻃﺒﻴﻌﺖ
ﻣﻨﻈﺮه ﭘﻜښﻲ ﺟﻮړه وه ،رواﻧﻲ اوﺑﻪ ،دﻳﻮې ﭘﯧﻐﻠﻲ ﻧﺠﻠۍ ﺷﻮخ ﻋﻜﺲ دى
ﭼﻲ د ﻛﻴڼ ﻻس ﻧﺮۍ ﺳﭙﻴﻨﻪ ګﻮﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﺮو ﺷﻮﻧډو ﻛښﻲ ﻧﻴﻮﻟﯥ ﭘﻪ ﻣړوﻧﺪ
ﻛښﻲ ﻳﯥ زرﻏﻮﻧﻪ ﺑﻨګړي دي ،ﺷﻨﯥ ﻏټﻲ ﺳﺘﺮګﻲ او ﺗﻮر ﺧﻨﺠﺮ ﺑﺎڼﻪ ،ﭘﻪ
څﻨګ ﺑﺎﻧﺪي راګﻮري ،ګﺎړګﻮﺗۍ څڼﻲ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻣﺦ راﭘﺮﺗﯥ دي ﭘﻪ ښﻲ ﻻس
ﻛښﻲ ﻳﯥ ﻛﺘﺎﺑﭽﻪ ﻧﻴﻮﻟﯥ ،ﭘﻪ ﻛﺘﺎﺑﭽﻪ د ﻟﻤﺮ ﻏﺮوب ﻋﻜﺲ دى ،ﺳﭙﻴﻨﻪ ﻏﺎړه
ډك ،ډك ﻏﺎﻣﺒﻮري ﻟﺮي ،ﭘﻪ ﺳﻮرﺑﺨﻦ ﻛﻤﻴﺲ ﻛﻲ وﻻړه وه او د ﻧﺠﻠۍ
ﺷﺎﺗﻪ ﻳﻮه وﻧﻪ ښﻜﺎرﻳږي ﭼﻲ ﭘﻪ ښﺎﺧﻮﻧﻮ ﻳﯥ ﻣﺮﻏﺎن ﻧﺎﺳﺖ دي.
ﻫﻐﻪ ووﻳﻞ:
_ﻛښﯧﻨﻪ ! ﺗﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﻗﺪم ووﻫﯥ ،ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ دوﺳﺘﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﺸﻮره وﻛړې او ﻫﺮ
څﻮﻣﺮه ﭼﻲ ﻛﻮﻻى ﺷﯥ ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ اﻧﺪﻳښﻨﯥ ﻟﺮي ﻛړه ،ﻟﻪ ځﺎن ﺳﺮه ﺧﺒﺮي
اﺗﺮي وﻛړه ،ﺗﺮ څﻮ وﻛﻮﻻى ﺷﯥ ،د ژور ﺧﭙګﺎن او د راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ژوﻧﺪ ﭘﻪ
وړاﻧﺪي ﻳﻮ ﻛﻠﻚ او ټﻴﻨګ ﺷﺨﺼﻴﺖ وروزې .
ﭘﻪ څﻮﻛۍ ﺑﺎﻧﺪي ﻛښﯧﻨﺎﺳﺘﻢ ،ﻳﻮ ﺳﻮړ اﺳﻮﻳﻠﻰ ﻣﻲ وﻛﻴښ او ډاﻛﺘﺮ ﺗﻪ ﻣﻲ
ووﻳﻞ:
_زه ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم څﻪ وﻛړم ﺗﻪ وواﻳﻪ زه څﻨګﻪ ﻛﻮﻻى ﺳﻢ ﻳﻮ ﻧﻮى ژوﻧﺪ ﭘﻴﻞ ﻛړم
؟
وې وﻳﻞ:
ـــ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﺪاى ﺳﺮه راز و ﻧﻴﺎز وﻛړه ،او ﻫﻐﻪ ځﻮاك ﭼﻲ اﷲ )ج( ﭘﻮري
اړوﻧﺪ دى ،ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﺮﯦږده ،ﭼﻲ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻠﻲ ﭼﺎري ﻛﻨټﺮول ﻛړي ،ﻫﻐﻪ
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
118
ﻛﺴﺎن ﭼﻲ ﺗﻞ ﺑﺮﻳﺪ ﻛﻮي او وﻳﺮه ﺧﭙﺮوي ،د ﻣﺆﻣﻨﺎﻧﻮ او آراﻣﻪ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ
ﭘﺮﺗﻠﻪ ډﯦﺮ ﻟږ ﺑﺮﻳﺎ ﺗﻪ رﺳﻴږي .
دا وﺧﺖ روﻏﺘﻮن ﻟﻪ ﻧﺎروﻏﺎﻧﻮ ډك ﺳﻮى وو ،او د ډاﻛﺘﺮ ﭘﻪ ﻃﻤﻌﻪ ﻧﺎﺳﺖ
وو ،ﺧﺪﻣﺘګﺎره ﻧﺠﻠۍ دا څﻮوم ځﻞ دى ﭼﻲ ﭘﻪ ډاﻛﺘﺮ ﭘﺴﯥ راﻏﻠﻪ ،زه ﻳﯥ
رﺧﺼﺖ ﻛړم او د ﺳﺒﺎ ﻟﭙﺎره ﻳﯥ ﺑﻴﺎ وﺑﻠﻠﻢ ،ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﻳﻮه اوﻧۍ ډاﻛﺘﺮ ﺗﻪ
ورﺗﻠﻢ او ﻫﻐﻪ ﺑﻪ راﺳﺮه ﭘﻪ ﺑﯧﻼ ﺑﯧﻠﻮ ﻣﻮﺿﻮﻋګﺎﻧﻮ ﺧﺒﺮي ﻛړې ،ﻛﻠﻪ ،ﻛﻠﻪ ﺑﻪ
ﻳﯥ دوﻣﺮه وژړوﻟﻢ ﭼﻲ ﺳﺘﺮګﻲ ﺑﻪ ﻣﻲ ﻟﻪ اوښﻜﻮ وﭼﻲ ﺳﻮې ،درد ﺑﻪ ﻳﯥ
ﻛﺎوه.
زه اوس ﺗﺮ ﭘﺨﻮا ډﯦﺮ ښﻪ ﺳﻮى وم ،ډاﻛﺘﺮ ﺑﻪ وﻳﻞ:
ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ﺗﻪ اﺳﺘﺮاﺣﺖ ورﻛﻮل او څﻮ دﻗﻴﻘﻮ ﻟﭙﺎره د ﺳﺘﺮګﻮ ﭘټﻮل ،ﺷﻨﻮ
ځﺎﻳﻮﻧﻮ او رواﻧﻮ اوﺑﻮ ﺗﻪ ﻛﺘﻞ ،څﻮ ﺷﻴﺒﻮ ﻟﭙﺎره ژوره او آراﻣﻪ ﺳﺎه اﺧﻴﺴﺘﻞ
او د ي اداﺷﺖ ﻛﺘﺎﺑﭽﻪ ﻛﻲ ﺧﭙﻞ ځﻮروﻧﻜﻲ ﺧﺎﻃﺮات ﻟﻴﻜﻞ ټﻮﻟﻲ ﻫﻐﻪ ﻻري
ﭼﺎري دي ﭼﻲ ﭘﻪ ژور ﺧﭙګﺎن اﺧﺘﻪ ﻛﺲ ﺳﺮه ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻛﻮﻻى ﺷﻲ.
★★★★★
Downloaded from: ketabton.com
ﻣﻘﺘﺼﺪ ﺳﺘړى ګﻨﻬګﺎر
119