You are on page 1of 26

‫‪ ‬‬

‫‪ ‬‬

‫‪The Glorious ‬‬
‫‪Revolution ‬‬
‫‪ ‬ﭘﺮﺗﻤﻴﻦ اوښﺘﻮن‬
‫‪ ‬‬
‫‪1688—Britain’s Fight for Liberty ‬‬

‫‪ ‬د ﺑﺮﺗﺎﻧﻴﺎ د ازادئ ﻣﺒﺎرزﻩ‪١۶٨٨  ‬‬


‫‪By: Edward Vallance ‬‬

‫اﻳډورډ وﻻﻧﺲ‬ ‫‪ ‬ﻟﻴﮑﻮال ‪:‬‬


‫‪ ‬ژﺑﺎړﻩ ‪ :‬ﻓﺎﻳﻖ ﺧﺎن ﻳﻮﺳﻔﺰئ‬
‫‪ ‬‬

‫‪ ‬ﺗړون‬
‫د هﻐﻮ ټﻮﻟﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﻮم ﭼﯥ د اﻓﻐﺎن ﻣﻠﺖ ﺳﺮﻩ رﻳښﺘﻴﻨﯽ ﻣﻴﻨﻪ ﻟﺮي او دﻏﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﭘﻪ ﻋﻤﻠﻲ‬
‫‪ ‬ﺗﻮګﻪ ﺗﺮ ﺳﺮﻩ ﮐﻮي‬
‫‪ ‬ﺳﺮﻳﺰﻩ‬

‫ﻟﻨﺪن ﺗﻪ ﭼﯥ راﺗﻠﻠﻢ ﻧﻮ هﻐﻪ ﺧﻠﮏ ټﻮل ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ وو ﭼﯥ د وﻃﻦ ﭘﻪ ﭘﺮﺗﻠﻪ ﻳﯥ ﻣﺎ ﺳﺮﻩ ډﻳﺮﻩ ﻣﻴﻨﻪ ﻟﺮﻟﻪ‪ .‬ځﮑﻪ ﭼﯥ‬
‫هﻐﻮي دا ﻓﮑﺮ ﮐﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﺮﺗﺎﻧﻴﺎ ﮐﯥ ﺑﻪ زﻩ د وﻃﻦ د ﻓﮑﺮ څﺨﻪ ازاد ﺷﻢ او د هﻐﻮﺧﻮا ﺧﻮږو ﭘﻪ ﻧﻈﺮ‬
‫ځﻴﻨﯥ ﺑﺪ ﺧﻮﻳﻮﻧﻪ ﻟﮑﻪ د ﺳﻴﺎﺳﺖ او د وﻃﻦ د ﺧﭙﻠﻮاﮐۍ هﻠﯥ ځﻠﯥ‪ ،‬د ﭘښﺘﻨﻮ د ﻳﻮ واﻟﻲ ﺧﺒﺮې‪ ،‬د ﭘښﺘﻮ ژﺑﯽ د‬
‫ﭘﺮﻣﺨﺘګ او ﻣﻠﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ دﻏﻪ ﻋﺒﺲ ﮐﺎروﻧﻪ ﺑﻪ ﭘﺮﻳږدم‪ .‬ﺧﻮ ﭼﯥ ﻟﻨﺪن ﺗﻪ راﻏﻠﻢ ﻧﻮ د ﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا ﻣﻠﻲ ﻋﻮاﻣﻲ‬
‫ګﻮﻧﺪ ﻣﻠګﺮي دﻟﺘﻪ هﻢ وو او دﻟﺘﻪ هﻢ زﻣﺎ ﻣﻠﻲ ﺗﻨﺪﻩ ﺳړﻩ ﻧﻪ ﺷﻮﻩ ﺑﻠﮑﻪ ﻧﻮرﻩ ﺳﯧﻮا ﺷﻮﻟﻪ‪.‬ﻣﻠګﺮو د وﻃﻦ څﺨﻪ‬
‫زرګﻮﻧﻪ ﻣﻴﻠﻪ ﻟﯧﺮﯼ هﻢ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻠﻲ دﻧﺪﻩ ﺗﺮﺳﺮﻩ ﮐﻮﻟﻪ او وﺧﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﺑﻪ ﻏﻮﻧډې راﻏﻮښﺘﻞ ﮐﯧﺪﻟﯥ‪ .‬ﭘﻪ دﻏﻪ‬
‫ﻏﻮﻧډو ﮐﯥ ﺑﻪ د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﺳﺮﻩ ﺳﺮﻩ د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺗﻌﻠﻴﻤﺎﺗﻮ ﺧﺒﺮې هﻢ ﮐﻴﺪﻟﯽ‪ .‬ګﺮان ﻣﻠګﺮي ﻧﻮراﷲ ﺧﺎن‬
‫اﺗﻞ ﻳﻮ ډﻳﺮ ګټﻮر ﻓﮑﺮ وړاﻧﺪﯼ ﮐړﻟﻮ ﭼﯥ ﺗﺶ ﭘﻪ ﻏﻮﻧډو او ﺧﺒﺮو ﮐﺎر ﻧﻪ ﮐﻴږي ‪ .‬ﺑﺎﻳﺪ ﻣﻮﻧږﻩ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﭘﻮښﺘﻨﻮ‬
‫ﺗﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻋﻠﻤﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺗﻪ ﻋﻠﻤﻲ ځﻮاب وواﻳﻮ‪ .‬ﻟﮑﻪ د ﺑﻴﻠګﯽ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ هﻐﻪ ﺧﻠﮑﻮ ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ او‬
‫اﻓﻐﺎﻧﺎن د ﻣﺬهﺐ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ د ﭘښﺘﻨﻲ ﮐﻠﺘﻮر‪ ،‬ﻣﻠﻲ ازادﯼ او ﻧړﻳﻮال ﭼﺎﭘﻴﺮﻳﺎل څﺨﻪ ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯥ ﺳﺎﺗﻞ ﻏﻮاړي‬
‫هﻐﻮي د ﺳﻴﺪ ﻗﻄﺐ او د ﻣﻮدودي ﮐﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ژﺑﻪ ژﺑﺎړﻟﻲ دي ‪ .‬او ډﻳﺮ ﭘښﺘﺎﻧﻪ اړ دي ﭼﯥ دﻏﻪ ﮐﺘﺎﺑﻮﻧﻪ‬
‫وﻟﻮﻟﻲ ځﮑﻪ ﭼﯥ هﻐﻪ ﺧﻠﮑﻮ ﭼﯥ د ﭘښﺘﻨﻮ د ﺧﭙﻠﻮاﮐۍ او ﻣﻠﻲ ﻳﻮواﻟﻲ ﻟﭙﺎرﻩ ﮐﺎر ﮐﻮي هﻐﻮي د ﺧﭙﻞ ﻓﮑﺮ ﺳﺮﻩ‬
‫ﺳﻤﯽ ﻋﻠﻤﻲ ﭘﺎﻧګﯥ ﭘښﺘﻮ ژﺑﯽ ﺗﻪ ﻧﻪ دي ژﺑﺎړﻟﯽ‪ .‬ﻧﻮ ﻳﻮ ﺧﻮا ﭘښﺘﻮ ژﺑﻪ ﺧﻮارﻩ ﭘﺎﺗﯽ ﺷﻮﯼ دﻩ او ﺑﻞ ﺧﻮا د‬
‫ﭘښﺘﻮن او اﻓﻐﺎن ﺿﺪ ﻓﮑﺮوﻧﻪ ﭘښﺘﺎﻧﻪ د ﭘﺮﻣﺨﺘګ او روښﺎﻧﻪ ﻓﮑﺮ څﺨﻪ د ﻣﺬهﺒﻲ ﻟﻴﻮﻧﺘﻮب او ﺑﻨﺴټﭙﺎﻟﯽ ﭘﻪ‬
‫‪ ‬ﮐﻨﺪو ﮐﯥ ﻏﻮرځﻮي‬

‫ﻧﻮ ﺑﺎﻳﺪ ﻣﻮﻧږﻩ ﭘښﺘﺎﻧﻪ د ﻧﻮرو ژﺑﻮ روښﺎﻧﻪ ﻓﮑﺮوﻧﻪ او د هﻐﻪ ﭘﺮﻣﺦ ﺗﻠﻠﻮ اوﻟﺴﻮﻧﻮ ﻣﻠﻲ ﺗﺎرﻳﺨﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ژﺑﻪ‬
‫وژﺑﺎړو او د ﺧﭙﻞ وﻃﻦ ځﻮاﻧﺎن د هﻐﻮ ﻻرو څﺨﻪ راوګﺮځﻮو ﮐﻮﻣﯥ ﻻرې ﭼﯥ د ﮐﺮﮐۍ وړ دي او ﮐﻮﻣﻮ‬
‫ﻻرو ﭼﯥ ﭘﻪ ﻟﺮ او ﺑﺮ اﻓﻐﺎن وﻃﻦ ﮐﯥ زﻣﻮﻧږﻩ ﭘﻪ ﻟﮑﻬﻮﻧﻮ اﻓﻐﺎﻧﺎن ﻟﮑﻪ د ﺣﻠﻮﻩ د ﻧﻮړئ د ﺳﺘﻮﻧﻲ ﺗﻴﺮ ﮐړي‬
‫‪ ‬دي او ﻻ اوس ﻳﯥ هﻢ ﺗﻴﺮوي‪ .‬دﻏﻪ هڅﻮ ﺗﻪ ﻣﻠګﺮو د ﻳﻮ ﭘښﺘﻮن ﻳﻮ ﮐﺘﺎب ﻧﻮم ورﮐړﻟﻮ‬

‫ﻧﻮ ﻣﺎ هﻢ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ داﺳﯽ ﻳﻮ ﮐﺘﺎب وژﺑﺎړم ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﭙﻴځﻠﻲ وﻃﻦ د روان دﻳﺮش ﮐﻠﻦ ﻧﺎورﻳﻦ د ﻋﻼج او‬
‫ښﻪ ﮐﻴﺪﻟﻮ ﺧﻮا ﺗﻪ ﻻرﻩ ﭘﮑﯥ ﻣﻄﺮح ﺷﻮي وي‪ .‬ددﯼ ﮐﺘﺎب ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﻧﻪ ورورﺳﺘﻮ ﭘﻪ دﯼ ﻧﺘﻴﺠﻪ ورﺳﻴﺪم ﭼﯥ‬
‫ﭘﻮهﻪ او ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻠﺖ ﻣﻴﻴﻦ ﺧﻠﮏ هﻐﻪ ﻧﻪ وي ﭼﯥ ﺗﺶ د ټﻮﭘﮏ او ﺧﻠﮑﻮ د وژﻟﻮ د ﻻرﯼ د ﺑﺎﭼﺎﻳﯥ ﭘﻪ ﺗﺨﺖ‬
‫ﮐښﻴﻨﻲ ﺑﻠﮑﻪ هﻐﻪ ﺧﻠﮏ وي ﭼﯥ داﺳﯽ ﭘﻴﺎوړي او ﻣﻠﺘﭙﺎل ﺳﺎزﻣﺎﻧﻮﻧﻪ ﺟﻮړ ﮐړي ﭼﯥ د هﻐﯥ ﺳﺎزﻣﺎﻧﻮﻧﻮ ﭘﻪ‬
‫‪ ‬ﻣﺮﺳﺘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻠﺖ د ﺳﻴﺎﻻﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﺳﻴﺎل ﮐړي‬

‫ﺑﻠﻪ ﻣﻬﻤﻪ ﺧﺒﺮﻩ ﭼﯥ ﭘﻪ دﯼ ﮐﺘﺎب ﮐﯥ ﻣﻄﺮح ﺷﻮﯼ دﻩ هﻐﻪ دا دﻩ ﭼﯥ د ﺑﺮﺗﺎﻧﻴﺎ ﺧﻠﮏ هﻢ د هﻐﻪ وﺧﺖ څﺨﻪ‬
‫ﺗﯧﺮ ﺷﻮي دي ﭘﻪ ﮐﻮم ﺑﺪ وﺧﺖ ﮐﯥ ﭼﯥ اوﺳﻨﯽ ﭘښﺘﺎﻧﻪ او اﻓﻐﺎﻧﺎن ﻧښﺘﻲ دي‪ .‬ﺑﺮﺗﺎﻧﻮﻳﺎن هﻢ د ﻣﺬهﺒﻲ ﻟﻴﻮﻧﺘﻮب‬
‫ﻧﺎﺗﺮﺳﻪ څﭙﯧړو وهﻠﻲ دي او دﻟﺘﻪ هﻢ ﺧﻠﮏ ﭘﻪ وﻧﻮ ﭘﻮرﯼ ځړول ﺷﻮي دي‪ ،‬ﺳﺮوﻧﻪ ﭘﺮﯼ ﺷﻮي دي او د‬
‫ﮐﮑﺮو اﻧﺒﺎروﻧﻪ ﺟﻮړ ﺷﻮي دي‪ .‬ﺧﻮ دوي ﺧﭙﻞ ﻣﻼ د ﻣﻼ ﭘﻪ ځﺎﻳﯥ او ﺳﻴﺎﺳﺘﻮال د ﺳﻴﺎﺳﺘﻮال ﭘﻪ ځﺎﯼ هﻠﻪ‬
‫‪ ‬ﮐښﯧﻨﻮﻟﯽ دﯼ ﭼﯥ ټﻮﻟﻮاﮐﻲ ﻳﯥ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐړﯼ دﻩ‪ .‬او اوﻟﺴﻲ واﮎ ﻳﯥ ﭘﻴﺎوړﯼ ﮐړﯼ دﯼ‬

‫ددوي ﻣﻼ هﻢ ﻧﺎﺗﺮﺳﻪ و‪ ،‬او هﻐﻪ هﻢ ﺗﻴﺮﻩ او ﺑﺪرﻧګ اواز ﻟﺮﻟﻮ‪ ،‬هﻐﻪ هﻢ د واﮐﻤﻨۍ ﺧﻮﺑﻮﻧﻪ ﻟﻴﺪل او هﺮ هﻐﻪ‬
‫څﻮﮎ ﻳﯥ ﻏﺮﻏﺮﻩ ﮐﻮﻟﻮ ﭼﯥ د هﻐﻪ د واﮐﻤﻨۍ ﭘﻪ ﻻرﻩ ﮐﯥ ﻳﯥ ﻳﺎ ﺧﻨډ اﭼﻮﻟﻮ او ﻳﺎ ﻳﯥ ځﻨډ اﭼﻮﻟﻮ‪ .‬او ﻟﮑﻪ‬
‫څﻨګﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﻧړئ ﮐﯥ د ﻋﺮﺑﯽ ژﺑﯽ ﭘﻪ ﭼﺎﻻﮐۍ ﻋﺎم اوﻟﺲ ﺳﺮﻩ ټګﻲ ﺑﺮګﻲ ﮐﻴږي د ﻋﻴﺴﺎﻳﺎﻧﻮ ﻣﻼ‬
‫هﻢ د د ﻋﺒﺮاﻧۍ او ﻻﺗﻴﻨۍ ژﺑﯽ ﭘﻪ ﮐﻮړﮐۍ ﮐﯥ ﺧﻠﮏ ښﮑﻴﻞ ﮐړي و‪.‬ځﮑﻪ ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺒﻞ ﭘﻪ ﻋﺒﺮاﻧۍ ژﺑﻪ ﮐﯥ و او‬
‫ﻋﺎم وګړي ﭘﻪ ﻋﺒﺮاﻧۍ ژﺑﻪ داﺳﯽ ﻧﻪ ﭘﻮهﻴﺪل ﻟﮑﻪ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﺮﺑۍ ژﺑﻪ ﻧﻪ ﭘﻮهﻴږي او د ﻣﻼ ﭘﻪ ﮐﻮړﮐۍ‬
‫ﮐﯥ ښﮑﯧﻞ دي‪ .‬د ﭘښﺘﻨﻮ د وﻃﻦ ﻣﻼ ﺗﻪ ﭘښﺘﻨﻮ ډﻳﺮټﻮﻟﻨﻴﺰ او روﺣﺎﻧﻲ درﻧﺎوﯼ ﺑﺨښﻠﯽ دﯼ او د ﺧﭙﻠﻮﺧﻮﺷﺎﻟﻮ‬
‫او ﻏﻤﻮﻧﻮ ټﻮل واﮎ اﺧﺘﻴﺎر ﻳﯥ ﻣﻼ ﺗﻪ ورﮐړﯼ دﯼ‪ .‬ﺧﻮ د ﺑﺪﻩ ﻣﺮﻏﻪ دﻏﻪ ﻣﻼ د ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﻏﻢ ﮐﯥ هﻢ ﺧﭙﻠﻪ‬
‫ګټﻪ ﻟټﻮي او ﭘﻪ ښﺎدئ ﮐﯥ هﻢ ﺧﭙﻠﻪ ګټﻪ ﻟټﻮي‪ .‬او ﺗﻞ ﻳﯥ د ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﻏﻮﻧډو ﮐﯥ د ﭘښﺘﻨﻮ ﮐﻠﺘﻮر ﻏﻨﺪﻟﯽ دﯼ او‬
‫د دوي د ﻣﻠﻲ دښﻤﻨﺎﻧﻮ او ﻟﻮټ ﻣﺎراﻧﻮ د ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﮐﻮﻟﻮ ﭘﺮ ځﺎﻳﯥ ﻳﯥ ﭘښﺘﻨﻮ ﺑﺎﻧﺪﯼ ﺗﻮرورﻧﻪ ﻟګﻮﻟﻲ دي او د‬
‫دوي ﺑﺪﺣﺎﻟﻲ ﻳﯥ د دﻳﻦ څﺨﻪ ﻟﯧﺮﯼ واﻟﯽ ګﺮځﻮﻟﯽ دﯼ‪ .‬ﺧﻮ ﺑﻴﺎ هﻢ ﭘښﺘﻨﻮ ﺁن ﺗﺮ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ د ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ د‬
‫‪ ‬ﮐﻴښﻮدﻟﻮ واﮎ هﻢ ﻣﻼ ﺗﻪ ورﮐړﯼ دﯼ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺗﻨﻴﺠﻪ ﮐﯥ ﻳﯥ ټﻮل ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﻋﺮﺑۍ ﺗﻪ اړوﻟﻲ دي‬

‫ﭘښﺘﺎﻧﻪ او اﻓﻐﺎﻧﺎن د ﺗﻴﺮو ﺳﻠﻮ ﮐﻠﻮﻧﻮ راهﻴﺴﯽ ﺗﺶ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ګﺎوﻧډﻳﺎﻧﻮ د اﺳﻼم ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﮐﻠﻪ ﻳﻮ ﺑﻞ‬
‫ﺳﺮﻩ او ﮐﻠﻪ ﻧﻮرو ګﺎوﻧډﻳﺎﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﺟﻨګﻮﻟﻲ دي‪ .‬او دا د ﺟﻨګ ﻣﻴړﻧﻲ ﭘښﺘﺎﻧﻪ هﻢ د ﺧﭙﻞ زور ﭘﻪ ﻧﺸﻪ ﮐﯥ‬
‫داﺳﯽ ورﮎ دي ﭼﯥ ﺧﭙﻞ اوﻟﺲ او ﻣﻠﺖ ﺗﻪ ﺑﻴﺨﻲ ﻧﻪ ګﻮري‪ .‬ﭘﻪ ﺟﻨﺖ ﭘﺴﯽ داﺳﯽ ﻟﻴﻮﻧﺘﻮب اﻏﺴﺘﻠﯽ دﯼ ﭼﯥ‬
‫ﺧﭙﻠﻮ ﮐﻮروﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﻲ ﺑﻤﻮﻧﻪ او راﮐټﻮﻧﻪ ﻧﻴﻮﻟﻲ دي ﻧﻪ ﻣﮑﺘﺐ ﭘﺮﻳږدي او ﻧﻪ روﻏﺘﻮن‪ .‬د دﯼ ﻣﺴﻠﻤﺎن ﺧﺪا د‬
‫ﭘښﺘﻨﻮ ﻧﻪ ﻣﺮور دﯼ او ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﮐﯥ ﭘﻪ زدهﮑړو او ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﺧﭙﻪ ﮐﻴږي ځﮑﻪ دوي ﻟګﻴﺎ دي ﭘﻪ‬
‫ﭘښﺘﻨﻪ ﺧﺎورﻩ هﺮ هﻐﻪ ځﺎي وراﻧﻮي او هﺮ هﻐﻪ ﮐﺲ وژﻧﻲ ﭼﯥ ﭘښﺘﻮن اﻓﻐﺎن وﻃﻦ ﺗﺮﻳﻨﻪ د ﺷﻌﻮر او ﭘﻮهﯽ‬
‫‪ ‬هﻴﻠﻪ ﮐﻮﻟﯽ ﺷﻲ‬

‫‪ ‬‬

‫‪ ‬ﻓﺎﻳﻖ ﺧﺎن ﻳﻮﺳﻔﺰﯼ ﻟﻨﺪن‬

‫‪ ‬د ﻓﺮورۍ ‪ ۵‬ﻣﻪ ‪ ٢٠١٠‬ز ﮐﺎل‬

‫‪ ‬‬

‫‪ ‬‬

‫‪ ‬‬

‫‪ ‬‬

‫‪ ‬‬

‫‪ ‬‬

‫‪ ‬‬

‫‪ ‬‬
‫ﭘﺮﺗﻤﻴﻦ اوښﺘﻮن د هﻐﻪ دود ﺗﺎداو ﮐﯧښﻮدﻟﻮ ﭼﯥ ښﺎﻳﻲ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﺑﺪﻟﻮن د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن د ﻻرﯼ و ﻏﻮښﺘﻠﯽ ﺷﻲ او‬
‫هﻢ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن د ﻻرﯼ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﺷﻲ ‪.‬دا هﻢ دﻏﻪ ﭘﺮﺗﻤﻴﻦ اوښﺘﻮن و‪ ،‬ﭼﯥ ﻣﻮﻧږﻩ ﻳﯥ د ﺧﻮﻧړﯼ اوښﺘﻨﯽ څﺨﻪ‬
‫وژﻏﻮرﻟﻮ‪ .‬زﻣﻮﻧږﻩ ﻧړﻳﻮال ګﺎوﻧډﻳﺎن ﻳﯥ وﻟړزول او د ‪ ١۶٨٨‬اوښﺘﻮن ﭘﻪ هﻐﻪ ﻻرﻩ وړوﻣﺒﯽ ﻗﺪم و او هﻐﻪ‬
‫د راﯼ اﭼﻮﻟﻮ ﻓﻄﺮي ﺣﻖ و ﭼﯥ د ﭘﺮﻟﭙﺴﯽ اﺻﻼﺣﺎﺗﻲ ﻋﻤﻠﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ اوږدو ﮐﯥ ﻳﯥ دا هﻴﻮاد ﺑﺸﭙړ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎﻧﻲ‬
‫‪ ‬ټﻮﻟﻮاﮐۍ ﺗﻪ راورﺳﻮﻟﻮ‬

‫‪ ‬ﻣﺎرګﺮﻳټ ﺗﻬﻴﭽﺮ‬

‫‪ ‬د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ دﺳﻴﺴﻪ‬

‫ﭘﻪ ‪ ١۶٧٨‬ز ﮐﺎل ﮐﯥ د اﮐﺘﻮﺑﺮ ﭘﻪ اوﻟﺴﻤﻪ ﻧﻴټﻪ دوﻩ ﮐﺴﺎن د ﻟﻨﺪن ښﺎر ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﮐﯥ د ﭘﺮاﻳﻤﺮوز ‪             ‬‬
‫ﻧﻮﻣﯥ ﻏﺮ ﺗﻪ ﻧږدﯼ ﭘﻪ ﺷګﻠﻨﻪ ﺷﺎړﻩ ﺗﯧﺮﻳﺪل ﭼﯥ دوې دﺳﺘﺎﻧﯥ او ﻳﻮﻩ هﻤﺴﺎ ﻳﯥ ﭘﺮاﺗﻪ وﻟﻴﺪل‪ .‬هﻐﻮي ﻧږدﯼ د‬
‫واﻳټ هﺎرس ﻧﻮﻣﯽ ﺷﺮاب ﺧﺎﻧﯽ ﺗﻪ ورﻏﻠﻞ او د ﺷﺮاب ﺧﺎﻧﯽ ﻣﺎﻟﮏ ﻳﯥ ﺧﺒﺮ ﮐړو او د ځﺎن ﺳﺮﻩ ﻳﯥ دﻏﻪ‬
‫ځﺎﻳﯥ ﺗﻪ راوﺳﺘﻠﻮ‪ .‬هﻠﺘﻪ د ﺑﻮټﻮ ﺷﺎﺗﻪ د ﻣﻴﻨځﻨﻲ ﺳﮑﺲ د ﻗﺎﺿﯽ ﭼﯥ ﻧﺎﻣﻪ ﻳﯥ ګﺎډﻓﺮﯼ وﻩ ‪ ،‬ﻣړﯼ ﭘﺮوت وو‪.‬‬
‫دﻏﻪ ﻗﺎﺿﯽ ﭘﻴﻨځﻪ ورځﯥ ﻣﺨﮑﯥ ﺑﯽ درﮐﻪ ﺷﻮﯼ و‪ .‬ﻗﺎﺿﯽ ﭘﻪ ښﻮ ﺟﺎﻣﻮ ﺳﻤﺒﺎل و او ﻣړﯼ ﻳﯥ ﭘړﻣﺨﯽ‬
‫ﭘﺮوت و او ﻳﻮﻩ ﺗﻮرﻩ د هﻐﻪ ﭘﻪ ﺳﻴﻨﻪ ټﻮﻣﺒﻠﯽ ﺷﻮﯼ وﻩ ﭼﯥ څﻮﮐﻪ ﻳﯥ ﺷﺎ ﻏﺎړﯼ ﺗﻪ ﺷﭙږ اﻧﭽﯥ ﺑﻬﺮ وﺗﻠﯽ وﻩ‪.‬‬
‫‪ ‬هﻐﻪ ﻟﻮټﻠﯽ ﺷﻮﯼ ﻧﻪ و ﺧﻮ ﺑټﻮﻩ ﻳﯥ ﭼﺮﺗﻪ ﻧﻪ ښﮑﺎرﻳﺪﻩ‬

‫د ﭘﻠټﻮﻧﮑﻮ ﭘﺮﻳﮑړﻩ دا وﻩ ﭼﯥ داﻳﻮﻩ ښﮑﺎرﻩ ﺑﺎرﻩ ﭘﻪ ارادﻩ ﺷﻮﯼ وژﻧﻪ دﻩ‪ .‬ﭘﻠټﻨﻮ دا ﺧﺒﺮﻩ ﭘﻪ ډاګﻪ ﮐړﻩ ‪           ‬‬
‫ﭼﯥ ګﺎډﻓﺮﯼ د ﺗﻮرﯼ دوﻩ ټﭙﻮﻧﻪ ﺧﻮړﻟﻲ وو‪ .‬ﻳﻮ ﻧﻘﻠﻲ ټﭗ ﭘﻪ ﺳﻴﻨﻪ و ‪ ،‬او ﺑﻞ ﭘﻪ ټټﺮ و ﭼﯥ د وﺟﻮد ﺑﻠﯽ ﺧﻮا‬
‫ﺗﻪ ﭘﻮرﯼ وﺗﻠﯽ و‪ .‬ﺧﻮ داﺳﯽ ښﮑﺎرﻳﺪﻟﻪ ﭼﯥ دا ټﭙﻮﻧﻪ د ﭘﻮﺳټﻤﺎرټﻢ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ وي‪ .‬د څټ ﭘړﺳﻮب او ﺗﻐﻤﻮ ﻳﯥ‬
‫ﻋﺪاﻟﺖ ﺗﻪ دا ﺧﺒﺮﻩ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﮐﻮﻟﻪ ﭼﯥ هﻐﻪ ځړول ﺷﻮﯼ دﯼ او هﻢ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺗﻮګﻪ وژﻟﯽ ﺷﻮﯼ دﯼ‪ .‬دﻏﯥ‬
‫ﻧﺘﻴﺠﯥ ﺗﻪ د رﺳﯧﺪﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﺳﺮﻩ ﻣﺤﮑﻤﯽ دګﺎډﻓﺮﯼ د ﻣړي ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﺑﯽ ﭘښﻮ او ﺑﯥ ﺳﺮﻩ ﺗﻔﺼﻴﻼت وﻟﻴﮑﻞ‬
‫ﭼﯥ هﻴڅﻮﮎ ﭘﺮﯼ ﻧﻪ ﭘﻮهﻴﺪل‪ .‬ﺑﺲ د ﺑﻮﺳﻮ ﻻﻧﺪﯼ ﻳﯥ اوﺑﻪ ﺑﻮﺗﻠﻠﯥ وې‪ .‬د هﻐﻪ ﺑﻮټﺎن ﭘﺎﮎ وو‪ ،‬ﺳﺮﻩ ﻟﻪ دﯼ‬
‫ﭼﯥ دﻏﻪ ﻣځﮑﻪ ﺧټﻪ وﻩ‪ .‬ﭘﺎﮐﻮ ﺑﻮټﺎﻧﻮ دا څﺮګﻨﺪوﻟﻪ ﭼﯥ هﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭘښﻮ ﻧﻪ و راﻏﻠﯽ او د وژﻟﻮ ﻧﻪ‬
‫ورورﺳﺘﻮ راوړﯼ ﺷﻮﯼ و‪ .‬ﭘﻪ ﮐﻮﻣﻪ ﺗﻮرﻩ ﭼﯥ هﻐﻪ څﻴﺮﻟﯽ ﺷﻮﯼ و‪ ،‬هﻐﻪ د ګﺎډﻓﺮﯼ ﺧﭙﻠﻪ ﺗﻮرﻩ وﻩ او د هﻐﻪ‬
‫‪ ‬څټ ﻣﺎت ښﮑﺎرﯦﺪﻟﻮ‬

‫ﭘﻪ ﻧﻮرو ﺣﺎﻻﺗﻮ ﮐﯥ د اﻳډﻣﻨډګﺎډﻓﺮﯼ وژﻧﻪ ﻳﻮﻩ ډﻳﺮﻩ ﻣﻬﻤﻪ ﭘﻴښﻪ وﻩ او ﮐﻴﺪﻟﯽ ﺷﻲ ﭼﯥ د وژوﻧﮑﻲ د ﻧﻴﻮﻟﻮ‬
‫ﻟﭙﺎرﻩ ډﻧډورﻩ ﺷﻮﯼ وﯼ او ﻋﮑﺴﻮﻧﻪ ﭘﻪ دﻳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﻟګﯧﺪﻟﯥ وې‪ .‬ددﯼ ﭘﯧښﯽ څﺨﻪ څﻮ اوﻧۍ د ﻣﺨﻪ دوو ﮐﺴﺎﻧﻮ د‬
‫ګﺎډﻓﺮﯼ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﮐړﯼ وﻩ ﭼﯥ د دوي څﺨﻪ د هﻐﻪ دﺳﻴﺴﯽ د رﻳښﺘﻴﻨﻮﻟﯽ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﺳﻮګﻨﺪﺧﻮړﻟﻲ ﺑﻴﺎﻧﻮﻧﻪ‬
‫واﺧﻠﻲ ﮐﻮﻣﻪ ﭼﯥ ﭘﻮپ ﭼﻤﺘﻮ ﮐړﯼ وﻩ دﻏﻪ دﺳﻴﺴﻪ د ﺑﺎﭼﺎ د وژﻟﻮ وﻩ‪ .‬د هﻐﻪ ﮐﺴﺎﻧﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ټﻴټﺲ اوټﺲ او‬
‫اﺳﺮاﻳﻞ ټﻨګ وو‪ .‬اوټﺲ او ټﻨګ دوﻩ ﻧﺎﺷﻨﺎ ﮐﺮداروﻧﻪ وو‪ .‬دا د هﻐﻪ وﺧﺖ د ﺣﺎﻻﺗﻮ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ډﻳﺮ څﻪ ﭘﻪ ډاګﻪ‬
‫ﮐﻮي ځﮑﻪ ﭼﯥ هﻴﭽﺎ د دﻏﻪ ﺑﯽ ﺑﺎورﻩ ﮐﺴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﺑﻴﺨﻲ ﭼﺮت ﻧﻪ وهﻠﻮ‪ .‬د ﻣﻮﺟﻮدﻩ ﮐﻴﺴﻮ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ د‬
‫اوټﺲ ﺟﻮﺛﻪ ﺑﻮدﻩ داﺳﯽ وﻩ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻟﻴﺪوﻧﮑﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ هﻴﺮوﻧﮑﯽ اﻏﻴﺰﻩ ﭘﺮﻳښﻮدﻟﻪ‪ .‬وﻳﻴﻞ ﮐﻴږي ﭼﯥ د هﻐﻪ‬
‫ﺧﻠﻪ ډﻳﺮﻩ ﭘﻮﭼﻪ وﻩ‪ .‬د هﻐﻪ ﻏږ ډﻳﺮ ﺗﺮﻳﺦ او ﺑﻮغ و‪ .‬ﭼﯥ ﺧﺒﺮﯼ ﺑﻪ ﻳﯥ ﮐﻮﻟﯽ ﻧﻮ داﺳﯽ ﺑﻪ ﻣﻌﻠﻮﻣﯧﺪﻟﻪ ﻟﮑﻪ ﭼﯥ‬
‫ﺳﺎﻧﺪﻩ واﻳﯥ ﻳﺎ ژاړي‪ .‬وروځﯥ ﻳﯥ ﻻﻧﺪﯼ ښﻮﻳﻴﺪﻟﯥ وﯼ او ﺳﺘﺮګﯥ ﻳﯥ ﮐﻮﻟﮑﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﺮﻳﻮﺗﻠﯥ وې‪ .‬ﻣﺦ ﻳﯥ‬
‫هﻮار و ﺧﻮ ﭘﻪ ﻣﻴﻨځ ﮐﯥ ډوﻧګﯽ ﺷﻮﯼ و‪ .‬ﻧﻮ ﻟﮑﻪ د رﮐﯧﺒۍ ﭘﻪ څﯧﺮ ﺑﻪ ښﮑﺎرﻳﺪﻟﻮ ﭼﯥ دواړو ﺧﻮاو ﺗﻪ‬
‫ورﭘﻮرې ﺳﺮﻩﭘړﺳﯧﺪﻟﻲ اﻧﻨګﻲ ﻧښﺘﻲ وو‪ .‬ﭘﻮزﻩ ﻳﯥ ﭘﻴﺘﻪ وﻩ او ﺧﻠﻪ ﻳﯥ د ﻣﺦ ﺑﻴﺨﻲ ﭘﻪ ﻣﻴﻨځ ﮐﯥ وﻩ‪ .‬زﻧﻪ ﻳﯥ د‬
‫‪ ‬ﻧﻮر ټﻮل ﻣﺦ هﻮﻣﺮﻩ ﻏټﻪ وﻩ ‪ .‬د اوږد څټ ﭘﻪ وﺟﻪ ﻳﯥ ﺳﺮ ﻟږ ﻟﻮړ و او ﻣﺨﯥ ﺗﻪ زوړﻧﺪ ښﮑﺎرﯦﺪﻟﻮ‬

‫ﺗﺮ دﻏﻪ وﺧﺘﻪ د اوټﺲ ژوﻧﺪ د هﻐﻪ د ﺟﻮﺛﯽ ﭘﻪ څﯧﺮ رﻧګﻴﻦ و‪ .‬د هﻐﻪ ﭘﻼر ﺳﻤﻴﻞ اوټﺲ ﭘﻪ ﭘﻮځ ﮐﯥ ﺑﭙټﺴټﻲ‬
‫ﻣﻼ ﭘﺎﺗﯽ ﺷﻮﯼ و‪.‬ﺑﭙټﺴټﻴﺎن د ﻋﻴﺴﻮي ﻣﺬهﺒﻴﺎﻧﻮ هﻐﻪ ډﻟﻪ دﻩ ﭼﯥ ﻓﮑﺮ ﮐﻮي ﭼﯥ ﺧﺪاﻳﯥ د هﺮ ﭼﺎ دﯼ او هﺮ‬
‫څﻮﮎ ﮐﻮﻟﯽ ﺷﻲ د ﺧﺪاﯼ ﺳﺮﻩ ﺧﭙﻞ اړﻳﮑﻲ وﺳﺎﺗﻲ‪ .‬ﭘﻪ ﻳﻮ ﻣﺎﻧﺎ دا د هﻐﻪ ډﻟﯽ ﻳﺎﻏﻴﺎن دي ﭼﯥ ﻓﮑﺮ ﮐﻮي ﭼﯥ‬
‫ﺧﺪاﯼ ﺳﺮﻩ هﺮ څﻮﮎ اړﻳﮑﻲ ﻧﺸﻲ ﺳﺎﺗﻞ او ﺑﺎﻳﺪ ﺧﻠﮏ ﺧﭙﻠﯥ ﻏﻮښﺘﻨﯥ د ﭘﻮپ د ﻻرﯼ ﺧﺪاﯼ ﺗﻪ‬
‫ورﺳﻮي‪.‬ﺳﻤﻴﻞ اوټﺲ د ﺳﺮ رﭼﺮډﺑﺮﮐﺮ ﭘﻪ ﺳﭙﺎرښﺖ د ﻣﻼﺗﻮب ښﻪ څﻮﮐۍ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐړﯼ وﻩ‪ .‬ﮐﯧﺪﻟﯽ ﺷﻲ هﻐﻪ‬
‫د هﻐﻪ ﺗﻮرن اوټﺲ ﺳﺮﻩ اړﻳﮑﻲ ﻟﺮل ﭼﯥ ﭘﻪ ‪ ١۶۶۴‬ز ﮐﺎل ﮐﯥ ﭘﻪ ﻳﺎرﮎ ﻧﻮﻣﯽ ښﺎر ﮐﯥ د ﻳﻮﯼ دﺳﻴﺴﯽ ﭘﻪ‬
‫ﺗﻮر ﻏﺮﻏﺮﻩ ﺷﻮﯼ و‪ .‬اوټﺲ ﭘﻪ ﻣﺮﭼﻨټ ټﻴﻠﺮ ښﻮوﻧځﻲ ‪ ،‬ګﺎﻧﻮﻳﻞ او ﮐﺎﻳﺲ ﭘﻮهﻨځﻲ او ﮐﻴﻤﺒﺮج ﮐﯥ زدهﮑړﯼ‬
‫ﮐړې وې‪ .‬ﺧﻮ هﻐﻪ ﭘﻪ دﻏﻪ ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﮐﯥ زدهﮑړي ﺑﺸﭙړې ﮐړې ﻧﻪ وﯼ ځﮑﻪ ﭼﯥ د دواړو ځﺎﻳﻮﻧﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ‬
‫ﻧﻴﻤګړﻩ ﮐﯥ وﺷړﻟﯽ ﺷﻮ‪ .‬هﻐﻪ د ګﺎﻧﻮﻳﻞ ﭘﻮهﻨځﻲ څﺨﻪ ﺳﻴﻨټ ﺟﻮﻧﺰ ﺗﻪ ﺑﺪل ﮐړﻟﯽ ﺷﻮ ﺧﻮ د هﻠﺘﻪ ﻧﻪ ﻳﯥ هﻢ‬
‫څﻪ ﺳﻨﺪ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻧﻪ ﮐړو ځﮑﻪ ﭼﯥ ‪ ١۶۶٩‬ﮐﯥ ﻳﯥ د ښﻮوﻧﮑﻲ ﺳﺮﻩ ﻳﯥ د درزي ﭘﻪ د ﻣﺰﭘﻪ ﭘﻴﺴﻮ ﺑﺎﻧﺪﯼ‬
‫ﺧړاوﯼ راﻏﻠﻮ او وﺷړﻟﯽ ﺷﻮ‪ .‬هﻐﻪ ﭘﻪ هﻴڅ ﺗﻮګﻪ ﻳﻮ ښﻪ زدهﮑﻮﻧﮑﯽ ﻧﻪ و او ﺑﻴﺨﻲ ﻏﻮړ ﻣﻨګﯽ ګڼﻠﯽ ﮐﯧﺪﻟﻮ‪.‬د‬
‫ﺧﭙﻠﯽ ﻧﺎﻻﻳﻘۍ او ﺑﻴﻠﯽ ﻣﺬهﺒﻲ ﻋﻘﻴﺪﯼ ﺑﺎوﺟﻮد هﻐﻪ د ﺳﺮۍ اوﻟﺴﻮاﻟۍ ﭘﻪ ﺳﻨﺪهﺮﺳټ ﭘﻮځﻲ روزﻧﺘﻮن ﮐﯥ د‬
‫ﭘﺎدري د ﻣﺮﺳﺘﻴﺎل ﭘﻪ دﻧﺪﻩ وګﻤﺎرﻟﯽ ﺷﻮ‪.‬داﺳﯽ ﺑﺮﻳښﻲ ﭼﯥ دا د ﻳﻮ روﻣﻲ ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮏ ﻻرډ هﺎوډ ﭘﻪ ﺳﭙﺎرښﺖ‬
‫ﺷﻮﯼ و‪.‬اوټﺲ ﺗﻪ ﺑﻴﺎ ﺑﻠﻪ دﻧﺪﻩ ﭘﻪ ﺑﻮﺑﻨګ ﮐﻴﻨټ ﻧﻮﻣﯽ ځﺎﻳﯥ ﮐﯥ ﻣﻼو ﺷﻮﻩ‪ .‬ﺧﻮ د هﻠﺘﻪ ﻧﻪ هﻢ د ډﻳﺮو ﺷﺮاﺑﻮ‬
‫‪ ‬څښﻠﻮ او د ﺑﻴﻠﻮ ﻣﺬهﺒﻲ ﻋﻘﻴﺪو ﭘﻪ ﺗﻮر وﺷړﻟﯽ ﺷﻮ‬

‫ﻟﻪ هﻐﻪ ځﺎﻳﯥ ﺳﺮﻩ اوټﺲ ﺧﭙﻞ ﮐﻠﻲ هﻴﺴټﻨګ ﺗﻪ ﺳﺘﻮن ﺷﻮ ﺧﻮ ډﻳﺮ ژر ﭘﻪ ﻳﻮ ﻧﻮي ﺟﻨﺠﺎل اﺧﺘﻪ ﺷﻮ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ‬
‫ﻳﯥ د ﺧﭙﻞ ﭘﻼر ﭘﻪ ﻳﻮ دښﻤﻦ وﻟﻴﻢ ﭘﺎرﮐﺮ ﺑﺎﻧﺪﯼ د زﻧﺎﮐﺎرئ ﺗﻮر وﻟګﻮﻟﻮ‪ .‬د دﻏﻪ ﺗﻮروﻧﻮ د ﭘﻠټﻮﻧﻮ ﮐﺎر د ﭘټﻮ‬
‫ﺗﻮروﻧﻮ د ﭘﻠټﻨﻮ ډﻟﯽ ﺗﻪ وﺳﭙﺎرﻟﯽ ﺷﻮﻩ‪.‬ﺧﻮ ﭘﺎرﮐﺮ د ﺗﻮروﻧﻮ څﺨﻪ ﭘﺎﮎ وﺧﺘﻠﻮ او هﻐﻪ ﺳﻤﺪﻻﺳﻪ ﭘﻪ اوټﺲ د‬
‫‪ ١٠٠٠‬ﭘﺎوﻧډوﻧﻮ د ﻋﺰت ﺧﺮاﺑﻮﻟﻮ دﻋﻮا وﮐړﻟﻪ‪ .‬اوټﺲ ﭘﻪ ﺑﻴړﻩ د اوﺑﻮ د ﺟﻬﺎز د ﻣﻼ ﻳﺎ ﭼﭙﻠﻦ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ د ﻣﯽ‬
‫ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ‪ ١۶٧۵‬ﮐﯥ هﻴﻮاد ﭘﺮﯦښﻮدﻟﻮ‪ .‬ﺧﻮ ﭼﯥ ﮐﻠﻪ دﻏﻪ ﭼﻬﺎز ﺑﻴﺮﺗﻪ راﺳﺘﻮن ﺷﻮﻟﻮ ﻧﻮ دﯼ د ﻧﺎﻣﺎﻟﻮﻣﻮ‬
‫ﻻﻣﻠﻮ ﭘﻪ ﺗﻮر ﻟﻪ دﻏﻪ ﮐﺎرﻩ هﻢ ګﻮښﻪ ﮐړل ﺷﻮ‪ .‬د ﻟﻨﺪن د روﻣﻦ ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮏ ﭼﺮچ ﺳﺮﻩ د هﻐﻪ د اړﻳﮑﻮ ﺑﻨﺴټ‬
‫ﮐﯧﺪﻟﯽ ﺷﻲ د هﻐﻪ دهﻐﻪ ﺟﻨﺴﻲ ﺧﻴﺎﻻﺗﻮ او ﺑﻴﻞ ﺧﻮي ﻧﺘﻴﺠﻪ وﻩ ﭼﯥ د ﻧﻮرو څﺨﻪ ﺟﻼ وو‪ .‬او هﻢ دﻏﻪ ﻻﻣﻞ و‬
‫ﭼﯥ هﻐﻪ د ارل ﺁف ﻧﺎوﻳﭻ د ﮐﻮرﻧﻴﻮ ﭼﺎرو ﻣﺴﻮل وګﻤﺎرل ﺷﻮ‪ .‬هﻐﻪ دﻟﺘﻪ هﻢ ﭘﻪ دﯼ ﺑﺮﻳﺎﻟﯽ ﺷﻮ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ‬
‫ﻧﺎﻳﮏ وﻗﻬﺮوي او ځﺎن ورﺑﺎﻧﺪﯼ ﭘﻪ درﻳﻤﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ د ﮐﺎر څﺨﻪ وﺷړي‪.‬د ‪ ١۶٧٧‬د اﭘﺮﻳﻞ ﭘﻪ درﻳﻤﻪ ﻧﻴټﻪ د‬
‫‪ ‬هﻐﻪ ژوﻧﺪ ﻧﻮﯼ ﺑﺪﻟﻮن هﻐﻪ وﺧﺖ وﻣﻮﻧﺪﻟﻮ ﭼﯥ هﻐﻪ ﭼﯥ هﻐﻪ د روﻣﻲ ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮏ ﻓﺮﻗﯽ ﺗﻪ واوښﺘﻠﻮ‬

‫د ﺑﻴﺮي ﭘﻪ ﻧﻮم ﻳﻮ ﺳﺨﺖ درﻳځﻲ ﭘﺎدري ﭼﯥ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺑﯽ ﺷﻤﯧﺮﻩ وارې د ﭘﺮوټﺴټﻨټ او ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮏ ﻣﺴﻠﮑﻮﻧﻮ ﺗﺮ‬
‫ﻣﻴﻨځ اوښﺘﻠﯽ او راوښﺘﻠﯽ و‪ ،‬هﻐﻪ اوټﺲ ﭘﻪ ﭼﺮچ ﮐﯥ ﺷﺎﻣﻞ ﮐړو‪ .‬دﻟﺘﻪ هﻢ د اوټﺲ ټﻮﻟﻨﻴﺰو اړﻳﮑﻮ د هﻐﻪ‬
‫‪ ‬ﻧﺎﭘﻮهﻲ ‪ ،‬ﭼﻠګﺮي او ﻧﻮرې ﮐﻤﺰورې ﭘټﯥ ﮐړې‬
‫د دﻟﺘﻪ ﻧﻪ هﻐﻪ د ﻳﻮ ﻣﺨﻪ ورﻳﺰ رﻳﭽﺮډ ﺳټﺮﻳﻨﺞ ﭘﻪ ﺳﭙﺎرښﺘﻨﻪ د هﺴﭙﺎﻧﻴﯥ اﻧګﻠﻴﺴﯽ ﻟﻴﺴﯽ ﺗﻪ وﻟﻴږﻟﯽ ﺷﻮ‪ .‬ﺧﻮ د‬
‫رﭼﺮډ دا ﭘﺮﻳﮑړﻩ ﻋﺠﻴﺒﻪ وﻩ ځﮑﻪ ﭼﯥ اوټﺲ ﻧﻪ هﺴﭙﺎﻧﻮي ژﺑﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﯽ ﺷﻮﻩ او ﻧﻪ ﻻﻃﻴﻨﻲ ژﺑﻪ‪ .‬او د دﻏﻪ‬
‫ﻟﯧﺴﯽ د درس ژﺑﯥ دا دوﻩ وې‪ .‬ﮐﻠﻪ ﭼﯥ دا ﺧﺒﺮﻩ ﭘﻪ ډاګﻪ ﺷﻮﻩ اوټﺲ ﺑﻴﺮﺗﻪ اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﺗﻪ راوﻟﯧږﻟﯽ ﺷﻮ‪ .‬ﺧﻮ‬
‫رﭼﺮډ هﻐﻪ ﺗﻪ ﻧﻮرې ﭘﻴﺴﯥ او د ﺳﭙﺎرښﺘﻨﯽ ﻟﻴﮏ ورﮐړﻟﻮ او ﻓﺮاﻧﺴﯽ ﺗﻪ ﻳﯥ د زدهﮑړو ﻟﭙﺎرﻩ واﺳﺘﻮﻟﻮ‪ .‬دﻟﺘﻪ‬
‫هﻐﻪ ﭘﻪ ‪ ١٠‬دﺳﻤﺒﺮ ‪ ١۶٧٧‬ﮐﯥ د ﺳﻤﭙﺴﻦ ﻟﻮﺳﻦ ﻧﻮم ﭘﻪ ځﺎن ﮐﯧښﻮدﻟﻮ او ﺗﺮ ﺟﻮن ‪ ١۶٧٨‬ﭘﻮرﯼ دﻟﺘﻪ و‪ .‬ﺧﻮ‬
‫‪ ‬ﭼﯥ هﻠﺘﻪ ﭘﻪ اﻧګﺴﺘﺎن ﮐﯥ رﭼﺮډ د دﻧﺪﯼ ګﻮښﻪ ﺷﻮ ﻧﻮ دﻟﺘﻪ اوټﺲ هﻢ د ﻟﯧﺴﯽ څﺨﻪ وﺷړﻟﯽ ﺷﻮ‬

‫دﻟﺘﻪ هﻐﻪ د اﺳﺮاﻳﻴﻞ ﺳﺮﻩ اﺷﻨﺎ ﺷﻮﻟﻮ او ﭼﯥ اﺳﺮاﻳﻞ د هﻐﻪ د ﭘﻮهﯥ ﻧﻪ ﺧﺒﺮ ﺷﻮ ﻧﻮ ډﻳﺮ ﻳﯥ ځﺎن ﺗﻪ راﻧﻴﺰدﯼ‬
‫ﮐړﻟﻮ ځﮑﻪ ﭼﯥ اﺳﺮاﻳﻴﻞ هﻢ ﺧﺎﻧﺪاﻧﻲ دﺳﻴﺴﻪ ګﺮ و‪ .‬او د ﺗﺮ ﻟﻴﻮﻧﺘﻮﺑﻪ ﭘﻮرﯼ ﻳﯥ دا ﺑﺎور ﭘﻮخ ﺷﻮﯼ و ﭼﯥ د‬
‫ﭘﺮټﺴټﻨټﻮ ﭘﺮ ﺿﺪ ﻳﻮﻩ ﻟﻮﻳﻪ دﺳﻴﺴﻪ رواﻧﻪ دﻩ‪ .‬د هﻐﻪ ﻳﻮ ﺧﭙﻞ د هﻐﻪ دﺳﻴﺴﯽ ﭘﻪ ﺗﻮر وژﻟﯽ ﺷﻮﯼ و د ﮐﻮﻣﯥ ﺗﺮ‬
‫ﻣﺨﻪ ﭼﯥ د ﻳﻮ ﺧﻮﻧړي ﺑﺪﻟﻮن د ﻻرﯼ ﭘﻪ اﻧګﻠﺴﺘﺎن د ﻋﻴﺴﻮﻳﺖ او ﭘﺎدرﻳﺎﻧﻮ د ﺑﺎﭼﺎئ ﺟﻮړوﻟﻮ ﺗﺎﺑﻴﺎ ﺷﻮﯼ وﻩ‪.‬‬
‫هﻐﻪ ﺗﻪ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻟﻨﺪن ﮐﯥ ﭘﻪ ﭼﺮچ ﮐﯥ ښﻪ دﻧﺪﻩ ورﮐړﯼ ﺷﻮﯼ وﻩ ﺧﻮ دﻏﻪ ﻣﺰﯼ هﻐﻪ وﺧﺖ ﭘﺎﻳﯥ ﺗﻪ ورﺳﯧﺪﻟﯽ‬
‫ﭼﯥ ﭘﻪ ‪ ١۶۶۶‬ز ﮐﺎل ﮐﻞ ﮐﯥ د ﻟﻨﺪن ﭘﻪ ﻟﻮﻳﯥ اور ﮐﯥ هﻐﻪ ﭼﺮچ اﻳﺮﻩ ﺷﻮﻟﻮ‪ .‬دﻏﻪ ﭘﻴښﯽ د اﺳﺮاﻳﻴﻞ ﭘﻪ‬
‫ﻣﺰﻏﻮ ډﻳﺮ ﺑﺪ اﻏﻴﺰ ﭘﺮﯦښﻮدﻟﻮ‪ .‬هﻐﻪ ﺗﻪ ﻣﺎﻟﻲ ﻣﺮﺳﺘﯥ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﺷﻮﯼ ﺧﻮ هﻐﻪ د ﺧﭙﻞ ﻟﻴﻮﻧﺘﻮب ﻟﻤﻦ ﭘﺮﯼ ﻧﻪ‬
‫ښﻮدﻟﻪ ﻧﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ ‪ ١۶٧٨‬ﮐﯥ د اوټﺲ ﺳﺮﻩ ﻣﻼو ﺷﻮ ﻧﻮ ډﻳﺮ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ و‪ .‬ځﮑﻪ ﭼﯥ هﻐﻪ اوس اوس ﭘﻪ دﯼ ﻧﻪ‬
‫و ﺑﺮﻳﺎﻟﯽ ﺷﻮﯼ ﭼﯥ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﺗﻪ د ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﯽ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﺑﺎور ورﮐړي‪ .‬او ﻗﺎﺑﻮ وﻩ ﭼﯥ ﻟﻴﻮﻧﯽ ﺷﻲ‪ .‬ﻧﻮ ﮐﻠﻪ‬
‫ﭼﯥ هﻐﻪ ﺗﻪ اوټﺲ د دﺳﻴﺴﯽ ﮐﻴﺴﻪ ﮐﻮﻟﻪ ﻧﻮ هﻐﻪ ورﺗﻪ وازﻩ ﺧﻠﻪ ﻧﺎﺳﺖ و‪ .‬اوټﺲ ورﺗﻪ دا هﻢ ووﻳﻞ ﭼﯥ‬
‫هﻐﻮي د ﺧﭙﻠﻮ وﻳﻨﻮ ﺗګﯥ ﭘﺮوټﺴټﻨټ اﺳﺮاﻳﻴﻞ ﺣﻼﻟﻮل هﻢ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﮐﯥ ﻟﺮي‪ .‬اﺳﺮاﻳﻞ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ و ﭼﯥ د ﺧﭙﻠﯽ‬
‫ﮐﻴﺴﯽ د رﻳښﺘﻴﺎ ﮐﻮﻟﻮ د ﭘﺎرﻩ ورﺗﻪ ﺷﺎهﺪ ﭘﻪ ﻻس ورﻏﯽ‪ .‬ﺧﻮ اوټﺲ هﻢ هﻐﻪ ﺗﻪ د ﭘﻨځﻮ څﻠﻮﻳښﺘﻮ ﭘﺎڼﻮ ﻳﻮﻩ‬
‫ﮐﻴﺴﻪ ﭘﻪ ﻻس ورﮐړﻩ ﭼﯥ د دﺳﻴﺴﯽ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ وﻩ‪ .‬اوس اﺳﺮاﻳﻴﻞ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ اوټﺲ ﺑﺎﭼﺎ ﺗﻪ وروﻟﻲ او ﮐﻴﺴﻪ‬
‫ورﺗﻪ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﮐړي‪ .‬د اﺳﺮاﻳﻴﻞ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻣﻠګﺮي ﮐﺮﯦﺴټﻮﻓﺮ ﭼﯥ د ﻳﻮ درﻣﻠﺘﻮن ﻣﺎﻟﮏ و‪ ،‬ﭼﺎرﻟﺲ دوﻳﻢ ﺗﻪ ﻳﻮ‬
‫ﻟﻴﮑﻠﯽ ﺧﻂ د دﺳﻴﺴﯽ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ورﮐړﻟﻮ‪.‬ﭼﺎرﻟﺲ د ﻧﻮرو ﻣﺎﻟﻮﻣﺎﺗﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻪ وﮐړﻩ او ﮐﺮﯦﺴټﻮﻓﺮ ورﺗﻪ ښﻪ ﭘﻪ‬
‫زړﻩ ﭘﻮرﯼ ﮐﻴﺴﻪ ﺗﻴﺮﻩ ﮐړﻩ‪ .‬ﮐﺮﺳټﻮﻓﺮ ادﻋﺎ ﮐﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﭘﻮپ اﻧﺎﺳﻨټ دوو ﮐﺴﺎﻧﻮ ﺗﻬﺎﻣﺲ او ﺟﺎن ګﺮو ﺗﻪ ﭘﻴﺴﯥ‬
‫ورﮐړي دي ﭼﯥ ﭼﺎرﻟﺲ دوﻳﻢ ووﻟﻲ ﮐﻪ ﭼﻴﺮﯼ ﺑﭻ ﺷﻲ ﻧﻮ څﻠﻮرو اﻳﺮﺷﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻴﺴﯥ ورﮐړي دي ﭼﯥ‬
‫هﻐﻪ ﭘﻪ ﭼﺎړﻩ ووژﻧﻲ او ﮐﻪ ﺑﻴﺎ هﻢ ﺑﭻ ﺷﻲ ﻧﻮ د ﻣﻠﮑﯽ دوﮐﺘﺮ واﮐﻴﻢ ﺑﻪ ورﺗﻪ زهﺮ ورﮐړي او وﺑﻪ ﻳﯥ وژﻧﻲ‪.‬‬
‫ﺑﺎﭼﺎ د اوټﺲ او اﺳﺮاﻳﻴﻞ ﺳﺮﻩ د ﻣﺎښﺎﻣﯽ ﺧﺒﺮې وﮐړﯼ او ورﺗﻪ ووﻳﻴﻞ ﺷﻮل ﭼﯥ د هﻐﻪ د ﻣړﻳﻨﯽ څﺨﻪ‬
‫ورورﺳﺘﻮ ﭘﻮﭘﻴﺎن ﭘﻼن ﻟﺮي ﭼﯥ اﻧګﻠﺴﺘﺎن‪ ،‬اﻳﺮﻟﻴﻨډ او ﺳﮑﺎټﻠﻴﻨډ د هﻐﻪ د ورور ﭘﺮ ﺿﺪ راوﭘﺎروي او دﻏﻪ‬
‫ﺷﺎن ﺑﻪ دوي ﭘﻪ اﺳﺎﻧﻪ د ﻓﺮاﻧﺴﯽ ﭘﺴﺘﻪ ﻧﻤړﯼ ﺷﻲ‪.‬هﻐﻪ د دوي څﺨﻪ د ﻓﺮاﻧﺴﯽ د ﻻس ﻟﺮﻟﻮ او د هﻐﻪ دوﮐﺘﺮ‬
‫ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﭘښﺘﻨﯥ وﮐړﯼ ﭼﯥ دﻩ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ زهﺮ ورﮐﻮل‪ ،‬او ﻣﺎﻣﻠﻪ ﻳﯥ ﻟﻤړي وزﻳﺮ ډﻳﻨﺒﻲ ﺗﻪ د ﻧﻮرو څﻴړﻧﻮ‬
‫‪ ‬ﻟﭙﺎرﻩ وﺳﭙﺎرﻟﻪ‬

‫ﺑﻠﻪ ورځ ډﻳﻨﺒﻲ د اﺳﺮاﻳﻴﻞ او ﮐﺮﮐﺒﻲ ﺳﺮﻩ ﭘښﺘﻨﯥ ګﺮوﻳږﻧﯥ وﮐړﯼ او اﺳﺮاﻳﻴﻞ ورﺗﻪ د اوټﺲ ﻟﻴﮑﻠﯥ د ‪۴٣‬‬
‫ﺑﺮﺧﻮ ﻣﻀﻤﻮن ورﮐړﻟﻮ‪ .‬د ډﻳﻨﺒﻲ ړرړﻣﺒﯽ هڅﻪ د وژوﻧﮑﯽ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ ﻻﻧﺪﯼ ﮐﻮل و او د ﺟﻮﺳټﻴﺎﻧﻮ ﻟﻴﮑﻨﻪ د‬
‫ﭘﻮﺳﺘﻪ ﺧﺎﻧﯽ څﺨﻪ راوﻧﻴﻮل وو‪ .‬دﯼ ﻋﻤﻞ اوټﺲ او ﻳﺎ اﺳﺮاﻳﻴﻞ ډﻳﺮ وارﺧﻄﺎ ﮐړل د دﯼ وﻳﺮﯼ ﭼﯥ هﺴﯽ ﻧﻪ‬
‫دﺳﻴﺴﻪ ﻳﯥ ﺑﺮﺑﻨډﻩ ﺷﻲ ﻧﻮ د ﺟﻮﺳټﻴﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا د دﺳﻴﺴﯽ د ﻣﻨﻠﻮ ﺟﻌﻠﻲ ﻟﻴﮑﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﺗﻬﺎﻣﺲ ﺑﻴډﻧګ ﻓﻴﻠډ ﺗﻪ ﺗﻪ‬
‫اﺳﺘﻮل ﭼﯥ ﭘﻪ ﻻرﻩ وﻧﻴﻮل ﺷﻮل‪ .‬اوﺑﻪ د ﺑﻮﺳﻮ د ﭘﺎﺳﻪ ﺷﻮﯼ او د ﭼﺎرﻟﺲ ورور ﺟﻴﻤﺰ ﭼﯥ ﻧﺎﺧﺒﺮﻩ و هﻐﻪ هﻢ‬
‫ﺧﺒﺮ ﺷﻮﻟﻮ او ﻣﻌﺎﻣﻠﻪ ﻳﯥ د ﭘټﻮ ﺧﺒﺮو د څﻴړﻟﻮ ﺟﺮګﯽ ﺗﻪ وﺳﭙﺎرﻟﻪ‪ .‬ﭼﯥ د دﺳﻴﺴﯽ ﻧﻮﻏﻲ ﺗﻪ ځﺎن‬
‫ورﺳﻮي‪.‬اوټﺲ ﮐﻴﺪﻟﯽ ﺷﻲ د ﺧﭙﻞ ﺳﺮ ﺑﭻ ﮐﻮﻟﻮ ﻳﺎ د اﺳﺮاﻳﻴﻞ ﭘﻪ وﻳﻨﺎ ﻣﻴﺪان ﺗﻪ وداﻧګﻞ‪ .‬اﺳﺮاﻳﻴﻞ ﺗﻪ څﻮﮎ‬
‫ﭘﮑﺎر و ﭼﯥ د هﻐﻪ دروغ ﮐﻴﺴﻪ رﻳښﺘﻴﺎ ﮐړي‪ .‬ﻧﻮ ﭘﻪ ‪ ۶‬ﺳﭙټﻤﺒﺮ ﻳﯥ د اﻳډﻣﻨډ ګﺎډﻓﺮي ﭘﻪ ﻋﺪاﻟﺖ ﮐﯥ ګﻮاهۍ ﺗﻪ‬
‫ﻏﺎړﻩ ﮐﻴښﻮدﻟﻪ‪.‬ﺧﻮ ﺗﺮ اوﺳﻪ د دﯼ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻞ هﻴڅ ﻧﻪ ښﮑﺎرﻳﺪل ﭼﯥ دا ﺑﻪ د ﺑﺎﭼﺎ د وژﻟﻮ ﺷﻴﻄﺎﻧﻲ دﺳﻴﺴﻪ‬
‫څﺮګﻨﺪﻩ ﮐړي او ﺑﻞ ﺑﻪ هﻴڅ وﻧﻪ ﮐړي‪.‬ﺑﻴډﻧګ ﻓﻴﻠډ ﺗﻪ د ﻟﻴﮑﻠﻮ ﺷﻮو ﻟﻴﮑﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﺎداو ﭼﺎرﻟﺲ ﻏﻮښﺘﻞ د دﺳﻴﺴﯽ‬
‫ﭘﻮرﻩ ﭘﻠټﻨﻪ وﮐړي او د ﭘټﻮ ﻣﻌﺎﻣﻠﻮ د څﻴړﻧﻮ د ﺟﺮګﯽ ﻏټﯽ ﻏﻮﻧډﯼ ﺗﻪ ﻳﯥ اوټﺲ وړاﻧﺪﯼ ﮐړﻟﻮ ‪ .‬دﻟﺘﻪ اﺳﺮاﻳﻴﻞ‬
‫هﻢ ﺳﺨﺖ ﭘﻪ ﺑﺪﺣﺎل و ځﮑﻪ ﭼﯥ هﻐﻪ ﮐﻴﺴﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺟﻮړﻩ ﮐړﯼ وﻩ ‪ .‬د اوټﺲ ګﻮاهۍ ﺗﻪ ټﻮل ﻟﻮړ ﭘﻮړي‬
‫ﭼﺎرواﮐﻲ راﻏﻠﻲ وو او هﻐﻪ هﻢ ﺧﭙﻠﻪ ﮐﻴﺴﻪ ښﻪ زوﺗﻪ ﮐړﯼ وﻩ‪ .‬او د ﺟﻮﺳټﻴﺎﻧﻮ د ﻟﻴﮑﻮﻧﻮ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﻳﯥ ډﻳﺮ ﭘﻪ‬
‫‪ ‬هﻨﺮ ځﻮاﺑﻮﻧﻪ ورﮐړل او ﭘﻪ هﻐﻮي ﻳﯥ ﺗﻮر وﻟګﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﺟﻮﺳټﻴﺎن د هﺮ ﭼﺎ ﻟﻴﮏ ﮐﻮﻟﯽ ﺷﻲ‬

‫ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ورځ ﺑﺎﭼﺎ د اوټﺲ ﺳﺮﻩ څﻪ ﺷﻴﺒﻪ ﻳﻮ ﭘﻪ ﻳﻮ ﺧﺒﺮې وﮐړﯼ او د ﻓﺮاﻧﺴﯽ د ﻻس ﻟﺮﻧﯽ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﻳﯥ ﺗﺮﻳﻨﻪ‬
‫ﭘﻮښﺘﻨﯥ وﮐړې او د اﺳټﺮﻳﺎ د ډان ﺟﺎن د ﺟﻮﺛﯽ ﺑﻮدﯼ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﻳﯥ ﺗﺮﻳﻨﻪ هﻢ ﭘﻮښﺘﻨﯥ وﮐړې ځﮑﻪ ﭼﯥ اوټﺲ‬
‫وﻳﻴﻠﻲ و ﭼﯥ دﯼ د ډان ﺟﺎن ﺳﺮﻩ ﻣﻼو ﺷﻮﯼ دﯼ‪ .‬اوټﺲ د ﻳﺎرﮎ د ﻧﻮاب د ﻣﺴﺘﻴﺎل اﻳډورډ ﮐﻮﻟﻤﻦ د ﻻس‬
‫ﻟﺮﻟﻮ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ هﻢ ﮐﻴﺴﻪ ښﻪ ﺑﺮاﺑﺮﻩ ﮐړﻩ ﺳﺮﻩ ﻟﻪ دﯼ ﭼﯥ دﻩ دﻏﻪ ﻣﺮﺳﺘﻴﺎل هﻴڅﮑﻠﻪ هﻢ ﻧﻪ و ﻟﻴﺪﻟﯽ‪ .‬د ﮐﻮﻟﻤﻦ‬
‫څﺨﻪ ﭼﯥ ﮐﻮم ﮐﺎﻏﺬي ﺛﺒﻮﺗﻮﻧﻪ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﺷﻮي وو د هﻐﯥ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ د ﺟﻮﺳټﻴﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﺷﻮﯼ ګﻮاهﻲ هﻴڅ‬
‫هﻢ ﻧﻪ وﻩ‪.‬ﻟﮑﻪ ﭼﯥ د ﻻرډ ﭼﺎﻧﺴﻠﺮ څﻮ ورځﯥ وروﺳﺘﻮ ووﻳﻴﻞ د ﻧﻴﻮﻟﻮ ﺷﻮو ﮐﺎﻏﺬوﻧﻮ د ﻣﻨﻮﻧﻮ ﺑﻮﺟﻮ څﺨﻪ او‬
‫د ﺷﮑﻤﻨﻮ ﮐﺴﺎﻧﻮ د ﻣﺮﮐﻮ څﺨﻪ ﻳﻮﻩ ﻓﻘﺮﻩ داﺳﯽ ﻧﻪ ﺟﻮړﻳﺪﻩ ﭼﯥ دﻏﻪ ﺧﺒﺮﻩ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﮐړي‪ .‬ﺗﺮﮐﻮﻣﯽ ﭼﯥ د‬
‫ﮐﻮﻟﻤﻦ د ﻟﻴﮏ ﺧﺒﺮﻩ وﻩ هﻐﻪ ﭘﻪ ﺑﺸﭙړﻩ ﺗﻮګﻪ ﺑﻴﻠﻪ ﮐﻴﺴﻪ دﻩ‪ .‬او د هﻐﻪ د ﻟﻮﻳﺲ ﺷﭙﺎړﺳﻢ د ﻣﻨﺸﯽ ښﺎﻏﻠﻲ‬
‫ﻻﭼﻴﺴﻲ ﺳﺮﻩ ﻟﻴﮑﻨﻪ راﻟﻴﮑﻨﻪ ﭼﯥ ﭼﺎرﻟﺲ ﺗﻪ ﭘﮑﯥ ﺳﭙﮑﯥ اﺷﺎرې او ګﻮت ﻧﻴﻮﻧﯥ ﺷﻮې وې د ﮐﻮﻟﻤﻦ د ذاﺗﻲ‬
‫ﻓﮑﺮ ښﮑﺎرﻧﺪوې وې ﭼﯥ د هﻐﻪ د اﻧګﻠﺴﺘﺎن د ﻣﺬهﺐ او ﺣﮑﻮﻣﺖ رﻧځﻮر ﻓﮑﺮ ﭘﻪ ډاګﻪ ﮐﻮي‪ .‬د اﮐﺘﻮﺑﺮ ﭘﻪ‬
‫‪ ‬ﺷﭙﺎړﺳﻤﻪ ﻧﻴټﻪ ﺑﺎﭼﺎ د ﻟﻴﮏ د ﻣﻀﻤﻮن ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﺧﺒﺮ ﮐړﯼ ﺷﻮ او ښﺎﻏﻠﯽ ﮐﻮﻟﻤﻦ ﭘﻪ ﻧﻴﻮګﻴټ ﮐﯥ وﻧﻴﻮل ﺷﻮﻟﻮ‬

‫د ﭘﻠټﻨﻮ ﺟﺮګﻪ د ﭘﻠټﻨﯥ د ګړﻧﺪﻳﻮاﻟﻲ ﮐﻪ ﮐﺒﻠﻪ اﻧﺪﻳښﻤﻨﻪ ښﮑﺎرﯦﺪﻟﻪ څﮑﻪ ﭼﯥ درې ورڅﯥ وروﺳﺘﻮ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن‬
‫ﻏﻮﻧډﻩ ﮐﻴﺪوﻧﮑﯥ وﻩ او ﺑﺎﭼﺎ ښﺎﻏﻠﻲ وﻟﻴﻢ ﺟﻮﻧﺰ ﺗﻪ اﻣﺮ ورﮐړﯼ و ﭼﯥ د ﮐﺮﺳﻤﺲ څﺨﻪ د ﻣﺨﻪ ﭘﻪ ﺟﻮﺳټﻴﺎﻧﻮ‬
‫ﭘﻪ زﻧﺪان دﻧﻨﻪ ﻣﺤﮑﻤﻪ ﭘﻴﻞ ﮐړي‪ .‬ﺧﻮ داﺳﯽ څﻪ ﺑﻴړﻩ ﻧﻪ ﻟﻴﺪل ﮐﻴﺪﻟﻪ‪ .‬ﺧﻮ د ګﺎډﻓﺮي د ﻣړي ﻣﻮﻧﺪﻧﻪ او د‬
‫‪ ‬ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺟﺮﮐﯽ ﭘﻪ ﺷﺮاب ﺧﺎﻧﻪ ﮐﯥ د ښﺎﻏﻠﻲ اوټﺲ ﺷﺎدت ټﻮﻟﻪ ﮐﻴﺴﻪ ﭼﻮرﻟټﻪ ﭘﻪ ﺑﻠﻪ واړوﻟﻪ‬

‫ﺳﺎرﺟﻨټ ﻣﻴﻨﺎرډ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺟﺮګﯽ ﺗﻪ ﺳﭙﻴﻨﻪ ﮐړﻩ ﭼﯥ د ښﺎﻏﻠﻲ ګﺎرډﻓﺮي وژﻧﯽ څﺮﻧګﻪ د ﭘﻮﭘﻴﺎﻧﻮ دﺳﻴﺴﻪ‬
‫ﺑﺮﺑﻨډﻩ ﮐړﻩ څﻮﻣﺮﻩ دروﻏﮋﻧﯥ ﮐﻴﺴﯥ ﺟﻮړې ﺷﻮې څﻮﻣﺮﻩ د ښﻴښﻮ ﭘﺮﺗﻮګﻮﻧﻪ ورواﻏﻮﻧﺪول ﺷﻮل ﺧﻮ ﻧﻦ ﭼﯥ‬
‫د ښﺎﻏﻠﻲ اوټﺲ ﺧﺒﺮې واورو او د ښﺎﻏﻠﻲ ګﺎډﻓﺮي ﻣړﯼ ووﻳﻨﻮ ﻧﻮ هﺮ څﻪ ﺑﺮﺑﻨډ دي‪ .‬او ﻧړئ ﻳﯥ وﻳﻨﻲ او‬
‫‪ ‬ﺑﺎور ﭘﺮﯼ هﻢ ﮐﻮي‬

‫د اوټﺲ او ښﺎﻏﻠﻲ ټﻨګ ﮐﻴﺴﻪ ﭼﯥ ﺗﺮ ﭘﺮوﻧﻪ ورﺗﻪ ‪ ،‬ﺑﺎﭼﺎ ‪ ،‬اداﻟﺖ او ﺧﻠﮑﻮ د ﺷﮏ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻪ ﮐﺘﻞ ﻧﻦ ﭘﻪ‬
‫ﭘﻼزﻣﻴﻨﻪ ﮐﯥ د هﺮ ﭼﺎ ﭘﻪ ﺧﻠﻪ وﻩ ‪ .‬ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﭘﻪ ﺑﻴړﻩ د ﺑﺎﭼﺎ د ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﯽ څﺨﻪ د ﺳﺎﺗﻠﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ﺗﺎﺑﻴﺎ وﮐړﻩ او‬
‫د ښﺎﻏﻠﻲ ﭼﺎرﻟﺲ د ﻳﻮ ﭘﺮﻣﺎن د ﻣﺨﯽ ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮑﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻟﻨﺪن څﺨﻪ ګﯧﺮ ﭼﺎﭘﻴﺮﻩ هﺮ ﻟﻮر ﺗﻪ ﺷﻞ ﻣﻴﻠﻪ ﺳﻴﻤﻪ ﻧﺎﻏﻪ‬
‫ﮐړل ﺷﻮﻩ‪ .‬او د اوټﺲ د ﺑﻴﺎن ﭘﻪ اﻏﯧﺰ داﺳﯽ ښﮑﺎرﻳﺪﻟﻪ ﭼﯥ د ﻳﻮ ﺑﻞ د ﻻرﯼ ﺑﻪ د د دواړو ﺟﺮګﻮ ﻏړﻳﺘﻮب‬
‫د ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﺎﻧﻮ ﭘﺮ ﻣﺦ ﺑﻨﺪ ﮐړل ﺷﻲ‪ .‬او د اوټﺲ ﭘﻪ وﻳﻨﺎ ﭼﯥ ﻣﺨﮑښﻪ ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮏ اﻧډﻳﻮاﻻن د ﻧﺎرﻓﺎﻟﮏ د ﻧﻮاب‬
‫او د ﺑﺮﮐﺸﺎﻳﺮ د ﻣﻠﮏ ﭘﻪ ګډون ﻳﻮﻩ ﭘټﻪ ﺗﺎﺑﻴﺎ ﻟﺮي ﭼﯥ د ﭘﻮپ ﭘﻪ وﻳﻨﺎ د دوو ﻣﺎﻣﻮراﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﺸﺮۍ ﻻﻧﺪﯼ ﻳﻮ‬
‫ﭘﻴﺎوړﯼ ﻟښﮑﺮ ﺟﻮړ ﮐړي ‪ .‬درﻳﻢ ﻧﻮم ﭼﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﮐﺘﺎر ﮐﯥ و هﻐﻪ د ښﺎﻏﻠﻲ ﺟﺎن ﻟﻴﻤﺒﺎرټ و ﭼﯥ د ‪١٩۶۶‬‬
‫راهﻴﺴﯽ ﭘﻪ زﻧﺪان ﮐﯥ و او اخ ټﻮخ ﻧﻪ وﺗﻠﯽ و‪ .‬ﺧﻮ ﻣﺤﮑﻤﯽ او ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺟﺮګﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺑﻮډا ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﻏﻠﻲ‬
‫‪ ‬ﮐړل‬

‫ﭘﻪ ‪ ٢٨‬ﻣﻪ د اﮐﺘﻮﺑﺮ د ﻧﻮرو ﺑﺎرودو د ﻣﻮﻧﺪﻟﻮ ګﻨګﻮﺳﯥ وﯼ او ﺗﺎﺧﺎﻧﯽ وﻟټﻮﻟﯥ ﺷﻮې‪ .‬د ‪ ۵‬ﻧﻮﻣﺒﺮ ﭘﻪ ﻧﻤﺎﻧځﻨﻮ‬
‫ﮐﯥ د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ ﭘﻪ څﯧﺮ ﺟﻮړ ﺑﻮﺗﺎن وﺳﻮځﻮل ﺷﻮل او ﭘﻪ وﻳﻨﺎوو ﮐﯥ د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ ﺷﺘﻮن او ﺧﻮځښﺖ د هﻴﻮاد ﻟﭙﺎرﻩ‬
‫ﺑﺪﻣﺮﻏﻪ او ﺧﻄﺮﻧﺎﮎ وﺑﻠﻞ ﺷﻮ‪ .‬د ﺧﺘﻴځ هﻨﺪ د ﺷﺮﮐﺖ واﻟﻲ ﭘﻪ دﯼ ﺧﺒﺮﻩ زړﻩ ﻧﺎزړﻩ و ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﮐﻮرﻧۍ د‬
‫‪ ‬ښﺎرګﻮټﻲ څﺨﻪ وﺑﺎﺳﻲ او ﮐﻨﻪ ‪ ،‬ځﮑﻪ ﭼﯥ هﻐﻮي ﭘﺮوټﺴټﺎن و او د ﺣﻼوﻟﻮ وﻳﺮﻩ ﻳﯥ ﻣﻮﺟﻮدﻩ وﻩ‬

‫‪ ‬‬

‫د ﺑﺪﻧﺎﻣﻪ دروﻏﮋن ‪ ،‬ټګﻤﺎر‪ ،‬ﺷﻮﮐﻤﺎر او ګڼﮑﭗ وﻟﻴﻢ ﺑﻴډول ګﻮاهۍ ﺧﺒﺮﻩ ﻧﻮرﻩ هﻢ درﻧﻪ ﮐړﻩ او د هﻐﻪ ‪۵٠٠‬‬
‫ﭘﻮﻧډوﻧﻮ ﻻﻟﭻ ﭼﯥ د ښﺎﻏﻠﯽ ګﺎډﻓﺮي د وژوﻧﮑﻮ د ﻧﻴﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎرﻩ اﻋﻼن ﺷﻮي وو د ښﺎﻏﻠﯽ ﺑﻴډول د درﻏﻮ وﻳﻴﻠﻮ‬
‫ﺗﻨﺪﻩ ﻧﻮرﻩ هﻢ ﺗﺎﻧﺪﻩ ﮐړﻟﻪ‪ .‬هﻐﻪ ﺧﭙﻠﻪ ټګﻤﺎري او ﺷﻮﮐﻤﺎري د دﻏﻪ ﭘټﻮ ﻣﺎﻟﻮﻣﺎﺗﻮ د ﻣﻮﻧﺪﻟﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ﻣﻬﻤﻪ‬
‫وړﺗﻴﺎ واړول او ډﻳﺮ ﭘﻪ ﻣﮑﺮ ﻳﯥ ځﺎن ﻳﻮ ﺑﺎوري ﺷﺎهﺪ وګﺮځﻮﻟﻮ ‪ .‬هﻐﻪ ووﻳﻴﻞ ﭼﯥ ﮐﻪ ﭼﻴﺮﯼ دﯼ ﻏﻞ او‬
‫ﺑﺪﮐﺎرﻩ ﻧﻪ وﯼ ﻧﻮ دا ﻣﻬﻢ ﻣﺎﻟﻮﻣﺎت ﺑﻪ ﻳﯥ هﻴﭽﺮﯼ هﻢ ﻧﻪ وو ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐړي‪ .‬هﻐﻪ زﻳﺎﺗﻪ ﮐړﻟﻪ ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﯽ‬
‫ګﺎډﻓﺮي ﭘﻪ ﺳﻤﺮﺳټ هﺎوس ﮐﯥ د ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ ﻧﻮاﺑﺎﻧﻮ ښﺎﻏﻠﯽ ﭘﺎوﻳﺲ او ښﺎﻏﻠﻲ ﺑﻴﻼﺳﻴﺲ د هﻐﻪ ﭘﻼن ﭘﻪ ﺗﺮڅ‬
‫ﮐﯥ ووژﻟﯽ ﺷﻮ ﭼﯥ ﻏﻮښﺘﻞ ﻳﯥ ﭘﻪ زور د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ واﮎ راوﻟﻲ‪ .‬هﻐﻪ دا هﻢ اورﻳﺪﻟﻲ و ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﯽ ﭼﺎرﻟﺲ‬
‫دوﻳﻢ ﺑﻪ د ﭘﺎدﺷﺎهۍ ﻧﻪ ﻟﯧﺮﯼ ﮐړﯼ ﺷﻲ او د ښځﻮ ﭘﻪ ﭼﺮچ ﮐﯥ ﺑﻪ ﺗﺮ هﻐﻪ وﺧﺘﻪ ﺑﻨﺪي وﺳﺎﺗﻠﯽ ﺷﻲ ﺗﺮڅﻮ‬
‫ﭼﯥ ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﺰم د اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﻣﻠﻲ دﻳﻦ وﻧﻪ ﻣﻨﻲ‪ .‬او ﮐﻪ ﭼﻴﺮﯼ هﻐﻪ د دﯼ ﺧﺒﺮﯼ ﻣﻨﻠﻮ ﺗﻪ ﺗﻴﺎر ﻧﻪ ﺷﻲ ﻧﻮ د‬
‫ژوﻧﺪ ﭘﺮﻳﮑړﻩ ﺑﻪ ﻳﯥ ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮑﻲ ﻧﻮاﺑﺎن وﮐړي ‪ .‬ﺧﻮ د ښﺎﻏﻠﻲ ﺑﻴډون ﭘﻪ وﻳﻨﺎ دﻏﻪ ﭘﭽﻤﻮزﻩ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﺑﻪ د‬
‫ښځﻮ ﭘﻪ ﭼﺮچ ﮐﯥ ﺳﺎﺗﻲ داﺳﯽ وﻩ ﻟﮑﻪ د ﭼﺮګﻮ ﭘﻪ ﮐﻮټګۍ ﮐﯥ ﭼﯥ څﻮﮎ ﻟﻴﻮ ﺳﺎﺗﻲ‪،‬ﻧﻮ ځﮑﻪ ﻳﯥ د ‪١۶٧٨‬‬
‫ﭘﻪ اوړي ﮐﯥ دﻏﻪ ﭘﻼن ﺑﺪل ﮐړﻟﻮ او د ﺟﻮﺳټﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻳﯥ ﻧﻴﻎ ﭘﻪ ﻧﻴﻐﻪ د ﺳﻬﺎر د ﺳﻴﻞ ﭘﻪ ﻣﻬﺎل د ﭘﺎﭼﺎ او د‬
‫ﻣﺨﺎﻟﻔﻮ ﻧﻮاﺑﺎﻧﻮ ښﺎﻏﻠﯽ ﺷﻴﻔټﺒﺮي‪ ،‬ښﺎﻏﻠﯽ اورﻣﻨډ‪ ،‬ښﺎﻏﻠﯽ ﻣﻮن ﻣﺎوت‪ ،‬او ښﺎﻏﻠﻲ ﺑﮑﻨګﻬﻢ د وژﻟﻮ ﭘﺮﻳﮑړﻩ‬
‫وﮐړﻩ‪.‬‬

‫د ښﺎﻏﻠﻲ ګﺎرډﻓﺮي د وژﻟﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﻲ ﺑﻴډول ﮐﻮم ﻻﻣﻞ وړاﻧﺪﯼ ﮐړﻟﻮ هﻐﻪ دا و ﭼﯥ ﺟﻮﺳټﻴﺎﻧﻮ د‬
‫ښﺎﻏﻠﻲ اوټﺲ هﻐﻪ ﺑﻴﺎﻧﻴﻪ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐﻮل ﻏﻮښﺘﻞ ﮐﻮﻣﻪ ﭼﯥ هﻐﻪ ګﺎډﻓﺮي ﺗﻪ ﺳﭙﺎرﻟﯽ وﻩ ﺗﺮ څﻮ ﺟﻮﺳټﻴﺎن‬
‫وﮐﻮﻟﯽ ﺷﻲ دﻏﻪ ﺑﻴﺎﻧﻴﻪ وﻟﻮﻟﻲ او ﭘﻪ ﻣﺤﮑﻤﻪ ﮐﯥ اوټﺲ وﻧﺨﻠﻮي ‪ ،‬ﺧﻮ دا ﺧﺒﺮﻩ ﺑﯥ ﺳﺮﻩ او ﺑﯥ ﭘښﻮ وﻩ ځﮑﻪ‬
‫ﭼﯥ د ﻋﻤﻮﻣﻲ اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﺗﺮﻣﺨﻪ هﻴڅﻮﮎ هﻢ ﭘﻪ ﺳﻮ ګﻨﺪ ﺳﺮﻩ ورﮐړﯼ ﺷﻮﯼ ﺑﻴﺎن ﭘﻪ اداﻟﺖ ﮐﯥ د‬
‫ګﻮاهۍ ﻟﭙﺎرﻩ ﻧﻪ ﺷﻲ وړاﻧﺪﯼ ﮐﻮﻟﯽ‪.‬‬

‫دﻏﻪ ډول د ﻧﻮاﺑﺎﻧﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ د ﺷﻬﻴﺪاﻧﻮ ﭘﻪ ﮐﺘﺎر ﮐﯥ اﭼﻮل د وﻳګ ګﻮﻧﺪ د اﻧﺪ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ وﻩ‪.‬ﻳﺎ ﻳﻮ رﺷﻮت و‪ .‬ﺧﻮ‬
‫رﻳښﺘﻴﺎ ﻧﻪ وو‪ .‬او ﭼﯥ ﮐﻮم ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮏ ﻧﻮاﺑﺎن ښﺎﻏﻠﻲ ﺑﻴډول ﭘﻪ دﺳﻴﺴﻪ ﮐﯥ ﺗﻮرن ﮐړي وو ﭘﻪ ﻟﻨﺪن ﮐﯥ‬
‫څﻠﻮﻳښﺖ زرﻩ ﻟښﮑﺮ ﭼﻤﺘﻮ ﮐﻮل د هﻐﻮﻧﻮاﺑﺎﻧﻮ د وس ﺧﺒﺮﻩ ﻧﻪ وﻩ‪.‬‬
‫د ښﺎﻏﻠﻲ ﺑﻴډول ﮐﻴﺴﻪ ډﻳﺮﻩ ژر د هﻐﻪ ﺳﻠﻮري ﻟﻮهﺎر ﻟﻪ ﺧﻮا ﺑﺎوري ﺷﻮﻩ ﭼﯥ ﮐﻴﺘﻮﻟﮏ و او د ﻣﻠﮑﯥ ﺳﺮﻩ‬
‫ﭘﻪ ﺳﻤﺮﺳټ هﺎوس ﮐﯥ ﻧﻮﮐﺮ ﭘﺎﺗﯽ ﺷﻮﯼ و‪ .‬ښﺎﻏﻠﻲ ﭘﺮاﻧﺲ د ﺧﭙﻞ ﮐﻨډري ﭘﻪ ﻣﺨﺒﺮۍ ﻧﻴﻮﻟﯽ ﺷﻮﯼ و‪ .‬وﻳﻴﻠﻲ‬
‫ﮐﻴږي ﭼﯥ ﮐﻨډري ﺗﻪ د ښﺎﻏﻠﻲ ﭘﺮاﻧﺲ ﮐﺮاﻳﻪ ﭘﻮر وﻩ‪ .‬ﺑﻴډول ووﻳﻴﻞ ﭼﯥ ﭘﺮاﻧﺲ د ګﺎډﻓﺮي د وژﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻬﺎل‬
‫ﭘﻪ ﺳﻤﺮﺳټ هﺎوس ﮐﯥ و‪ .‬او ﭘﺮاﻧﺲ ﭘﻪ ځﺎن ﺷﺎهﺪي وﮐړﻩ ﭼﯥ دﻏﻪ دﻧﺪﻩ ورﺗﻪ د ښﺎﻏﻠﻲ ﻓﯧټﺰګﺮاﻟډ ﻧﻮﻣﯥ‬
‫ﭘﺎدري ﻟﻪ ﺧﻮا ورﮐړﯼ ﺷﻮﯼ وﻩ‪ .‬او د ﻣﻠﮑۍ د دښﻤﻦ ﻣﺠﺴټﺮﻳټ ﭘﻪ وژﻟﻮ ﮐﯥ ورﺳﺮﻩ ښﺎﻏﻠﯽ هﯧﻞ‪ ،‬ښﺎﻏﻠﯽ‬
‫ﺑﻴﺮي او ښﺎﻏﻠﯽ ګﺮﻳﻦ هﻢ ﻣﻠګﺮي وو‪ .‬ښﺎﻏﻠﯽ ﭘﺮاﻧﺲ د د ﻏﯥ ﮐﻴﺴﯥ څﺨﻪ د ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ وړاﻧﺪﯼ ﺳﺮوپ ﻣﻨﮑﺮ‬
‫ﺷﻮ او دا ﻳﯥ ټﻮل دروغ او ﺑڼﻠﯽ ﺷﻮﯼ ﮐﻴﺴﻪ وﺑﻠﻠﻪ‪ .‬ﺧﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﻮګﻴټ ﮐﯥ د ﺷﮑﻨﺠﯽ ﭘﻪ ﺣﺎﻟﺖ ﮐﯥ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ‬
‫ﺷﭙﻪ ﮐﯥ د هﻐﻪ ﻣﺎزﻏﻪ ﺑﻴﺎ ﺑﺪل ﺷﻮل ‪ .‬هﻐﻪ ﺗﻪ ﺗﺎودوﺧﻪ او رڼﺎ ﻧﻪ وﻩ او د وﻟﻴﻢ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻳﻮ اﻧګﻠﻴﺲ ﭘﺎل‬
‫هﻐﻪ دوﻣﺮﻩ ﻳﺦ ﮐړﯼ و ﭼﯥ ﺑﺲ د ﻣﺮګ ﺗﺮ ﺣﺎﻟﻪ ﮐﻮﮐﻠﻪ و‪ .‬ﻧﻮ ﭘﻪ ﻳﻮﻟﺴﻤﻪ ﺟﻨﻮرۍ ‪ ١۶٧٩‬ﺳﻬﺎر ﻳﯥ د ژوﻧﺪ‬
‫ﭘﻪ هﻴﻠﻪ دروﻏﻮ ﺗﻪ رﻳښﺘﻴﺎ ووﻳﻴﻞ او ﭘﻪ ﺳﻮګﻨﺪ ﻳﯥ ګﻮاهﻲ ورﮐړﻩ ﭼﯥ د وژﻟﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ د هﻐﻪ درﻳﻮ‬
‫وژوﻧﮑﻮ ﺳﺮﻩ ﻣﻠګﺮۍ و‪ .‬دﻏﻪ ډول د هﻐﻪ ﭘﻪ ګﻮاهۍ ﭘﻪ ﻓﺮورۍ ‪ ١۶٧٩‬ﮐﯥ ګﺮﻳﻦ‪ ،‬ﺑﻴﺮي او هﯧﻞ د وژﻧۍ‬
‫ﭘﻪ ﺗﻮر وځړول ﺷﻮل‪.‬‬

‫ﭘﻪ دﯼ ﺧﺒﺮﻩ ټﻮل ﺗﺎرﻳﺦ ﭘﻮهﺎن ﻳﻮﻩ ﺳﻼ دي ﭼﯥ ﮐﻮم ﮐﺴﺎن د ښﺎﻏﻠﻲ ګﺎډﻓﺮي د وژﻟﻮ ﭘﻪ ﺗﻮر ځړول ﺷﻮي‬
‫وو هﻐﻮي ټﻮل ﺑﯧګﻨﺎﻩ وو‪ .‬ﻧﻪ ﺧﻮ ﭼﺎ د ﺗﻤﺒﻮ ﺷﺎﺗﻪ د ﺑﺎﭼﺎ د وژﻧﯽ دﺳﻴﺴﻪ ﻟﺮﻟﻪ او ﻧﻪ ﻣﻠﮑﯽ د ﺧﭙﻞ درﻣﺎن‬
‫ﺳﺮﻩ د ﺧﭙﻞ ﻣﻴړﻩ د وژﻧۍ ﻟﭙﺎرﻩ زهﺮ ﺳﺎزول‪ .‬ﺳﺮﺑﯧﺮﻩ ﭘﺮ دﯼ ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ داﺳﯽ هﻴڅ ﭘﻮځﻲ ځﻮاﮎ ﻧﻪ درﻟﻮد‬
‫ﭼﯥ اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﻳﯥ ﺑﯧﺮﺗﻪ د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ وﻟﮑﯽ ﺗﻪ راوﺳﺘﻠﯽ وﯼ‪ .‬د ښﺎﻏﻠﻲ ګﺎډﻓﺮي د وژﻧﯽ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ د ﻻﺳﻪ‬
‫اﻧﺪازې ﭘﯧﻞ ﺷﻮې‪ ،‬او ﺗﺮ ﻧﻨﻪ ﭘﻮرﯼ رواﻧﯥ دي ‪ ،‬ﻳﻮ ﻓﮑﺮ دا و ﭼﯥ ګﺎډﻓﺮي اوټﺲ او ټﻨګ وژﻟﯽ و ﭼﯥ‬
‫ﺧﭙﻠﻪ د ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﯽ ﮐﻴﺴﻪ ﻧﻮرﻩ د ﺑﺎور وړﻩ او ﺟﻮﺗﻪ ﮐړي‪ ،‬ﻳﺎ دا هﻢ ﮐﻴﺪﻟﯽ ﺷﻲ ﭼﯥ دﻏﻪ ﻗﺎﺿﻲ داﺳﯽ ﭼﺎ‬
‫وژﻟﯽ و ﭼﯥ د دﻩ ﺳﺮﻩ ﻳﯥ ﻣﻘﺪﻣﻪ وﻩ ‪ ،‬ﭘﻪ دﻏﻪ ﮐﺘﺎر ﮐﯥ ﻳﻮ د ﻣﻐﺰو څﺨﻪ ﺧﻼص او ﺑﺪﻧﺎﻣﻪ ﮐﺲ ښﺎﻏﻠﯽ ﭘﻠﭗ‬
‫هﺮﺑﺮټ ﮐﻴﺪﻟﯽ ﺷﻲ څﻮﮎ ﭼﯥ د ګﺎډﻓﺮي اداﻟﺖ د ﻳﻮﯼ وژﻧۍ ذﻣﻪ وار ګﺮځﻮﻟﯽ و‪ .‬د ﺧﻴﺎل ﻧﻴﻠﯽ ﺑﻞ اړخ ﺗﻪ‬
‫هﻢ زﻏﻠﻴﺪﻟﻮ ﭼﯥ ﺑﺲ ګﺎډﻓﺮي ﻧﺎڅﺎﭘﻪ د ﭼﺎ ﻧﺎﻣﺎﻟﻮم ﻟﻪ ﺧﻮا ووژل ﺷﻮﻟﻮ ﺧﻮ د هﻐﻪ ﻧﻪ ﻟﻮټﻞ او ﺷﻴﺎﻧﻮ ﻧﻪ ﻏﻼ‬
‫ﮐﻮل دﻏﻪ ﻳﻮﻩ ﺷﻨډﻩ ﺷﻮﯼ ﻟﻮټﻨﻪ هﻢ ګﺮځﻮﻟﯽ ﺷﻲ‪.‬‬

‫ﺧﻮ ﺗﺮټﻮﻟﻮ ﻣﻬﻤﻪ او د ﺑﺎور وړ ﺧﺒﺮﻩ دا ﺟﻮړﻳﺪﻟﻪ ﭼﯥ ګﺎډﻓﺮئ هﻴﭽﺎ ﻧﻪ و وژﻟﯽ او د هﻐﻪ ﻣﺎت اورﻣﻴږ او ﭘﻪ‬
‫ﻏﺎړﻩ ﮐﯥ ﭘړﺳﻮب دا ﺧﺒﺮﻩ ﺟﻮﺗﻪ ﮐﻮﻟﻪ ﭼﯥ هﻐﻪ ځﺎن وژﻧﻪ ﮐړﯼ وﻩ ‪ .‬د ځﻴﻨﯥ ذاﺗﻲ ﻣﺎﻟﻮﻣﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺗﺎداو دا‬
‫ﺧﺒﺮﻩ ﺑﺎوري ﮐﻴﺪﻟﻪ ﭼﯥ د هﻐﻪ ﺳﺎﻩ ﺗﻨګﻪ وﻩ او د ځﻴﻨﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰو د ﻻﻣﻠﻪ هﻐﻪ د ﭘﻮزﯼ اوﻳﺰاﻧﺪ و‪ .‬ﻧﻮ ﮐﻴﺪﻟﯽ‬
‫ﺷﻲ د اوټﺲ ﮐﻴﺴﯽ هﻐﻪ ﻧﻮر هﻢ ﺧﭙﻪ ﮐړﯼ وي او دا هﻢ اﻣﮑﺎن و ﭼﯥ هﻐﻪ ﺗﻪ اوټﺲ د ﺑﻠﻴﮏ ﻣﻴﻞ ﮐﻮﻟﻮ‬
‫ګﻮاښ ﮐړﯼ وي‪ .‬ګﺎډﻓﺮي ﻟﻮﻧډ و او ﮐﯧﺪﻟﯽ ﺷﻲ هﻐﻪ او اوټﺲ د ﻟﻨﺪن د ﻟﻮﻧډﻩ ﺑﺎزو د ﭘټﻮ ډﻟﻮ ﻏړي وو او دا‬
‫ﺧﻮ هﺮﭼﺎ ﺗﻪ ﻣﺎﻟﻮﻣﻪ وﻩ ﭼﯥ اوټﺲ د اوﺑﻮ ﭘﻪ ﺟﺎز ﮐﯥ ﻣﻼﺗﻮب ﭘﻪ ﻟﻮﻧډﻩ ﺑﺎزۍ ﮐﯥ ﺑﺎﻳﻠﻠﯽ و او د ﮐﺎرﻩ ﺷړﻟﯽ‬
‫ﺷﻮﯼ و‪ .‬او هﻐﻪ ﺑﻪ د ﻟﻨﺪن هﻐﻪ ﮐﻮڅﻮ ﺗﻪ هﻢ ﺧﺎﻣﺨﺎ ﺗﻠﻠﻮ ﭼﻴﺮﺗﻪ ﺑﻪ ﭼﯥ روﻣﻲ ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﺎن هﻢ ﻳﻮځﺎﯼ ﮐﻴﺪل‬
‫او ﻟﻮﻧډﻩ ﺑﺎزان ﺑﻪ هﻢ راﻏﻮﻧډﻳﺪل‪.‬‬

‫د ښﺎﻏﻠﻲ ګﺎډﻓﺮي ورور ښﺎﻏﻠﯽ ﻣﺎﻳﮑﻞ هﻢ ﺷﮑﻤﻦ و او ﮐﻴﺪﻟﯽ ﺷﯽ هﻐﻪ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻏﺸﯽ دوﻩ ﻣﺮﻏۍ وﻳﺸﺘﻠﻲ وي‬
‫ځﮑﻪ ﭼﯥ هﻐﻪ د وهﻴګ ﭘﻪ ﻧﻮم د ﻳﻮﯼ ﺳﻴﺎﺳﻲ ډﻟﯽ ﺳﺮﻩ هﻢ راﺷﻪ درﺷﻪ ﻟﺮل او ﮐﻪ دا ﺧﺒﺮﻩ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﺷﻮﯼ وﯼ‬
‫ﭼﯥ ګﺎډﻓﺮي ځﺎن وژﻟﯽ دﯼ ﻧﻮ د ﻗﺎﻧﻮن د ﻣﺨﯽ د هﻐﻪ ټﻮﻟﻪ ﺷﺘﻤﻨﻲ ﺑﻪ د ﺳﺮﮐﺎر ﻻﺳﻮ ﺗﻪ ﺗﻠﻠﻪ او ﻣﺎﻳﮑﻞ ﺗﻪ ﺑﻪ‬
‫هﻴڅ ﭘﻪ ﻻس ﻧﻪ ورﺗﻠﻞ ﻧﻮ هﻐﻪ ﻳﻮ ﺧﻮا د ﮐﻮرﻧۍ ﻧﻪ دﻏﻪ ﺗﻮر داغ ووﻳﻨځﻠﻮ او ﺑﻞ ﺧﻮا ﻳﯥ د ورور ﺷﺘﻤﻨﻲ د‬
‫ﺳﺮﮐﺎر ﻻس ﺗﻪ وﻧﻪ ﻟﻮﻳﺪﻟﻪ‪ .‬او د ورور ﭘﻪ وژﻧﻪ ﻳﯥ د وهﻴګ ګﻮﻧﺪ ﻟﭙﺎرﻩ د اوﻟﺲ ﺧﻮاښﻴﻨﯥ هﻢ راﺟﻠﺐ‬
‫ﮐړې‪ .‬هﻐﻪ او د هﻐﻪ ﻣﻠګﺮو د ﻗﺎﺿﻲ ﻣړﯼ د هﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺗﻮرﻩ ووهﻠﻮ او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ د ﭘﺮاﻳﻤﺮوز ﻏﻮﻧډئ ﺧﻮاﺗﻪ‬
‫ﻳﻮړﻟﻮ ﭼﯥ د ځﺎﻧﻤﺮګۍ ﭘﺮ ځﺎئ ﻳﻮﻩ وژﻧﻪ اوښﮑﺎري‪.‬‬

‫ﻧﻮرﯼ داﺳﯽ ﻧښﯥ ﻧښﺎﻧﯥ هﻢ وې ﭼﯥ د ﻗﺎﺿﻲ وژﻧﻪ د ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﻮﺧﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ﺟﻮړﻩ ﺷﻮﯼ ﻳﻮﻩ د وړو ﭘﻴﺸﻮ وﻩ‪.‬‬
‫هﻐﻪ ﭘﻪ وﺻﻴﺖ ﮐﯥ د ﻳﻮ ﻋﺎﺟﺰ او ﻓﻘﻴﺮ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ښﺨﻴﺪل ﻟﻴﮑﻠﻲ و ﺧﻮ د هﻐﻪ ﭘﻪ ﺟﻨﺎزﻩ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺳﻠګﻮﻧﻮ ﻏټﺎﻧﻮ‬
‫او د وهﻴګ ګﻮﻧﺪ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن د ﻏړﻳﻮ ﭘﻪ ګډون زرګﻮﻧﻮ ﺧﻠﮑﻮ ګډون درﻟﻮدﻟﻮ‪ .‬ښﺎﻏﻠﻲ وﻟﻴﻢ ﻻﻳﻴډ د هﻐﻪ ﭘﻪ‬
‫ﺟﻨﺎزﻩ د ﺑﺎﻳﺒﻞ د درﻳﻤﯥ ﺳﻴﭙﺎرﯼ درې دﻳﺮﺷﻢ او څﻠﻮر دﻳﺮﺷﻢ اﻳﺎﺗﻮﻧﻪ ﺗﻼوت ﮐړل ‪ ) .‬ﺑﺪﻩ ﺑﻪ وﻩ ﮐﻪ هﺎﺑﻴﻞ ﭘﻪ‬
‫ﺳﭙﮏ ﻣﺮګ ﻣړ وﯼ او اوس ﺑﻪ ﭘﻪ ﻟﺤﺪ ﮐﯥ ﺧﻮﻧﺪي وي او دوﻩ ﻣﻴړﻧﻲ ﺳﺎﺗﻮﻧﮑﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺳﺎﺗﻲ(‪ .‬د ګﻮر ﭘﻪ‬
‫ﺳﺮ ﻳﯥ ﺳﭙﻴﻨﻪ ﺧﺎزﻩ وﻟګﻮل ﺷﻮﻟﻪ ﭼﯥ د دوو ﭼړو ﭘﻪ ﻣﻴﻨځ ﮐﯥ ﻳﯥ ورﺑﺎﻧﺪﯼ ﻟﻴﮑﻠﻲ وو ! ﺷﻬﻴﺪ ګﺎرډﻓﺮي ‪١٢‬‬
‫اﮐﺘﻮﺑﺮ ‪ ! ١۶٧٨‬ﭼﺎړﻩ د ﭘﺮوټﺴټﻨټﻮ د ځﺎن ﺳﺎﺗﻨﯽ ﻧﺨښﻪ وﻩ‪ .‬ﺳﺮﻩ د ډﻳﺮو ﻟږو زدهﮑړو هﻐﻪ د ﻟﻮﻳﻮ‬
‫ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ ﻟﮑﻪ ښﺎﻏﻠﻲ ﮐﻮﻟﻤﻦ او ښﺎﻏﻠﻲ وﻳﻠﻨټﺎﻳﻦ دوﺳﺖ و‪ .‬د ګﺎډﻓﺮي ﻧﻪ د ﭘﺮوټﺴټﻨټﻮ ﻳﻮ ﻟﻮﻳﯥ ﺷﻬﻴﺪ ﺟﻮړ‬
‫ﮐړﯼ ﺷﻮﯼ و‪ .‬د ﺟﻨﺎزﯼ دروﻧﺪواﻟﯽ‪ ،‬د ډﻧډورﯼ ﮐﻮل او د هﻐﻪ د ځﺎن وژﻧۍ څﺨﻪ د ﺷﻬﺎدت ﻣﺮګ‬
‫ﺟﻮړول هﻐﻪ دﺳﻴﺴﻪ وﻩ ﭼﯥ ﻣﺮام ﻳﯥ د ﻳﻮرﮎ د ﻧﻮاب ښﺎﻏﻠﻲ ﺟﯧﻤﺰ ﭼﯥ ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮏ و د ﺑﺎدﺷﺎهۍ د ﺗﺎﺟﻪ‬
‫ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻮل و‪ .‬ﻧﻪ ﭼﯥ د وژﻧﯽ د ﭘﻠټﻨﻮ ﭼټﮑﻮل وو‪.‬‬

‫ﺗﺮ ﻧﻮﻣﺒﺮ ‪ ١۶٧٨‬ز ﮐﺎﻟﻪ ﭘﻮرﯼ ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﻪ د ﻳﻮرﮎ د ﻧﻮاب ښﺎﻏﻠﻲ ﺟﻴﻤﺰ د دﻳﻨﻲ ﻣﺴﻠﮏ د ﺳﺘﻮﻧﺰﯼ‬
‫ﺳﺮﻩ ﻧﻪ وﻩ ﺗړﻟﯽ ﺷﻮﯼ ‪.‬ﮐﻴﺪﻟﯽ ﺷﻲ اوټﺲ د ﺧﭙﻞ ﺳﺮ د اﻣﻦ ﻟﻪ وﻳﺮﯼ د ﺟﻴﻤﺰ ﻧﻮم ﻧﻪ و ﭘﻪ ډاګﻪ ﮐړﯼ ‪ ،‬او‬
‫ټﻴﻨګﺎر ﻳﯥ ﮐﻮﻟﻮ ﭼﯥ دښﺎﻏﻠﻲ ﮐﻮﻟﻤﻦ ﭘﻪ ﻟﻴﮏ د ﻧﻮاب ﻣﻬﺮ او ﻻﺳﻠﻴﮏ ﺟﻮﺳټﻴﺎﻧﻮ ﺟﻌﻠﻲ ﻟګﻮﻟﻲ وو ‪ .‬د‬
‫ﮐﻮﻟﻤﻦ ګﻮاهۍ د ﻧﻮاب ﻟﻤﻦ داﺳﯽ ﮐﮑړﻩ ﮐړﯼ وﻩ ﭼﯥ د ﭘﺎﮐﻮﻟﻮ د ﮐﻮرﻩ ﻳﯥ اﻳﺴﺘﻠﯽ وﻩ او وږم ﻳﯥ ﺗﺮ ﻟﯧﺮﯼ‬
‫ﻟﯧﺮﯼ ﭘﻮرﯼ ﺧﭙﻮر ﺷﻮﯼ و‪ .‬ﻟﮑﻪ ﭘﻪ ﻟﻴﮏ ﮐﯥ ﻳﻮ ځﺎﻳﯥ ﻟﻴﮑﻠﻲ و ﭼﯥ ‪ ....‬؛ ﻣﻮﻧږﻩ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ اوږو ﻳﻮ ډﻳﺮ‬
‫دروﻧﺪ ﮐﺎر ﻟﺮو‪ ...........‬دا ﮐﺎر د درﻳﻮ ﺳﻠﻄﻨﺘﻮﻧﻮ د ﻧﺴﮑﻮروﻟﻮ څﺨﻪ ډﻳﺮ دﯼ ‪ ........‬د ﻣﻠﮑﯽ ﺁﻏﻠﯽ ﻣﻴﺮي‬
‫د ﻣﺮګﻪ ورورﺳﺘﻮ د ﺑﺮﻳﺎﻟﻴﺘﻮب دوﻣﺮﻩ ﺗﺎﻧﺪې هﻴﻠﯥ ﮐﻠﻪ هﻢ ﻧﻪ وﯼ راﺑﺮﺳﯧﺮﻩ ﺷﻮې ﻟﮑﻪ اوس ﭼﯥ دي‪ ،‬دا‬
‫هﻴﻠﯥ ﺷﮑﻤﻨﯥ ﻧﻪ دي ‪ .‬د ﮐﻮﻟﻤﻦ ﭘﻪ وﻳﻨﺎ ښﺎﻏﻠﯽ ﺟﻴﻤﺰ دوﻣﺮﻩ اوښﺘﻠﯽ وو ﭼﯥ هﻐﻪ د ﺧﺪائ د رﺿﺎ ﮐﻮﻟﻮ ﭘﻪ‬
‫ﻧﻮم هﺮ څﻪ ﺗﻪ ﻣﻼ ﺗړﻟﯽ وﻩ‪ ،‬د دﻧﻴﺎ د هﺮ څﻪ څﺨﻪ ﻳﯥ ﻣﺦ اړوﻟﯽ و او ﻳﻮاځﯽ د ﺧﺪائ ﺧﻮﺷﺎﻟﻮل ﻳﯥ ﻣﺮام و‪.‬‬
‫د ﺧﭙﻞ روح د ازادوﻟﻮ او د ﻏﺮﻳﺐ ﺳﻠﻄﻨﺖ ﭘﻪ اړوﻟﻮ ﮐﯥ ﻳﯥ د ﭘﺎدﺷﺎﻩ هﻢ ﺳﺨﺘﻪ ﻏﻨﺪﻧﻪ ﮐﻮﻟﻪ‪.‬‬

‫ﭘﻪ دوﻳﻢ ﻧﻮﻣﺒﺮ د ﺷﻴﻔټﺒﺮي د ﺳﺮدار د ﻧﻮاب ﺟﻴﻤﺰ د ﭘﺎدﺷﺎهۍ د ﮐﺘﺎر څﺨﻪ د ﻟﯧﺮﯼ ﮐﻮﻟﻮ وړاﻧﺪﻳﺰ ﭘﻪ دروﻧﺪ‬
‫اﮐﺜﺮﻳﺖ ﺳﺮﻩ ﺑﺮﻳﺎﻟﯽ ﺷﻮﻟﻮ ‪ ،‬د اداﻟﺖ ﺳﺮﻩ اﻧډوﻟﻮ ﮐﺴﺎﻧﻮ ﻳﯥ هﻢ ﮐﻠﮏ ﻣﻼﺗړ وﮐړﻟﻮ‪ .‬ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ورځ ټﻮل ﻏړي‬
‫ﭘﻪ دﯼ ﺧﺒﺮﻩ ﺳﺮﻩ ﻳﻮ ﻏږ ﺷﻮل ﭼﯥ ﻧﻮاب ﺟﻴﻤﺰ د ﺑﺎوري ﺟﺮګﯽ ﭘﻪ ﻏﻮﻧډو ﮐﯥ د ګډون څﺨﻪ ﻣﻨﻊ ﮐړل ﺷﻲ‪.‬‬
‫ﻟﻪ دﯼ ﺳﺮﻩ هﻐﻪ ﺑﺎﻧﺪﯼ هﻐﻪ ﺑﻨډاروﻧﻪ او ځﺎﻳﻮﻧﻪ هﻢ ﺑﻨﺪ ﮐړل ﺷﻮل ﭼﻴﺮﺗﻪ ﭼﯥ د ﻣﻠﺖ ګټﯥ ﺑﺤﺚ ﮐﻴﺪﻟﯥ‪.‬‬
‫ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺟﺮګﯽ هﻢ ﻳﻮ وړاﻧﺪﻳﺰ ﺑﺮﻳﺎﻟﯽ ﮐړﻟﻮ د ﮐﻮم ﺗﺮﻣﺨﯥ ﭼﯥ د ﺟﻴﻤﺰ ﭘﻪ ګډون ﭘﺮ ټﻮﻟﻮ ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﺎﻧﻮ ﺗﺮ‬
‫هﻐﻪ وﺧﺘﻪ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن او اداﻟﺖ وروﻧﻪ وﺗړل ﺷﻮل ﺗﺮ ﮐﻮﻣﯥ ﭼﯥ ﻳﯥ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن د ﻟﻮړواﻟﻲ‪ ،‬ورﺳﺮﻩ د‬
‫وﻓﺎدارۍ او ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﺳﻮګﻨﺪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻪ ﮐړﯼ او د ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﺰم ﻧﻪ ﺗﻮﺑﻪ وﻧﻪ ﺑﺎﺳﻲ‪ .‬د ﻻرډاﻧﻮ ﭘﻪ ﻓﺸﺎر او د‬
‫ﺑﺎدﺷﺎﻩ او ﻧﻮاب ﺟﻴﻤﺰ ﭘﻪ زور ﭘﻪ ‪ ٢١‬ﻧﻮﻣﺒﺮ دﻏﻪ ﺑﻞ ﺑﺮﻳﺎﻟﯽ ﺷﻮ ﺧﻮ د دﯼ ﻳﺎداﺷﺖ ﺳﺮﻩ ﭼﯥ ﻧﻮاب ﺟﻴﻤﺰ ﺑﻪ‬
‫ﻧﻪ اﻏﻴﺰﻣﻦ ﮐﻮي‪ .‬دﻏﻪ ﺑﻞ ﻳﻮاځﯽ ﭘﻪ دوو راﻳﻮ ﺳﺮﻩ ﺑﺮﻳﺎﻟﯽ ﺷﻮ‪.‬‬

‫ددﻏﻪ راﻳﻮ ﭘﻪ ﺑﺎﻳﻴﻠﻠﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻦ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ ﻧﻪ وو او ﭘﻪ ﭘټﻪ ﺧﻠﻪ ﻳﯥ دﭘﺎﭼﺎ د ﺗﻴﺮﯼ ورځﯥ ﭘﻪ وﻳﻨﺎ د ﻧﺎﺧﻮښۍ‬
‫څﺮګﻨﺪوﻧﻪ ﮐﻮﻟﻪ‪ .‬د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ډﻳﺮو ﻏړو ﭘﻪ دﯼ ﺧﺒﺮﻩ ټﻴﻨګﺎر ﮐﻮﻟﻮ ﭼﯥ د ﺑﺎﭼﺎ د وارث د ټﺎﮐﻠﻮ ﭘﺮﺗﻪ د ﺑﺎﭼﺎ‬
‫ﺳﺮﻩ ﺧﺒﺮې ﮐﻮل هﺴﯽ ﺗﺶ ﺳﺨﺎ ﺑﺎدام ﻣﺎﺗﻮل دي ‪ .‬د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن وﻳﺎﻧﺪ ښﺎﻏﻠﻲ اﻳډورډ ﺳﻴﻤﻮر د ﺟﺮګﯽ ﭘﻪ‬
‫ﻟﻤﺴﻮن وړاﻧﺪﻳﺰ وﮐړﻟﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ اﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﮐﯥ دﯼ داﺳﯽ ﻳﻮﻩ ﻣﺎدﻩ زﻳﺎﺗﻪ ﺷﻲ ﮐﻮﻣﻪ ﭼﯥ وﮐﻮﻟﯽ ﺷﻲ د‬
‫ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮏ ﭘﺎﭼﺎ واﮎ ﻟږ ﮐړي‪ .‬ﻟﻪ ﭘﺎﭼﺎ څﺨﻪ دﯼ د ﭘﻮځ واﮎ ‪ ،‬د ګﻤﺮﮎ واﮎ او ﭘﻪ ﮐﻠﻴﺴﺎ ﮐﯥ د ﺧﻠﮑﻮ‬
‫ګﻤﺎرﻟﻮ واﮎ واﺧﻴﺴﺘﻞ ﺷﻲ‪،‬او ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن دﯼ د ﭘﺎﭼﺎ ﭘﻪ ﻣړﻳﻨﻪ ﻧﻪ ﻣﺎﺗﻮل ﮐﻴږي ﺑﻠﮑﻪ د ﭘﺎﭼﺎ د ﻣﺮګﻪ ورورﺳﺘﻮ‬
‫دﯼ هﻢ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن دوام ﮐﻮي‪ .‬ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ ﻳﻮ ﺑﻞ ګﺎم هﻢ ﭘﻮرﺗﻪ ﮐړﻟﻮ ﭼﯥ ﻣﻠﻴﺸﻪ دﯼ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﭘﻪ واﮎ ﮐﯥ‬
‫ورﮐړل ﺷﻲ د ‪١۶۴٢‬م راهﻴﺴﯥ داﺳﯽ ﺗﺎداوي ګﺎم ﻧﻪ و ﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮﯼ‪ .‬ﺧﻮ ﺑﺎﭼﺎ ﺑﻪ دا اﺟﺎزﻩ ورﻧﻪ ﮐړي ﭼﯥ‬
‫د ‪ ١۶۶١‬م ﻗﺎﻧﻮن ﺑﺪل ﺷﻲ ‪.‬‬

‫اوس د ﺧﺒﺮو اﺗﺮو ﭘﻮﻟﯥ ټﺎﮐﻠﯥ ﺷﻮې وې‪ .‬د ‪ ١۶٨٠ ،١۶٧٩‬او ‪ ١۶٨١‬راﺗﻠﻮﻧﮑﻲ ټﻮل ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎﻧﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﻮ‬
‫اړخ ﺗﻪ د ﭘﺎﭼﺎ د واﮎ د ﮐﻤﻮﻟﻮ ﻻرﻩ ﺟﻮړﻩ وي او ﺑﻞ اړخ ﺗﻪ ﺑﻪ د ﻳﻮرﮎ د ﻧﻮاب د ﭘﺎﭼﺎ ﺟﻮړﻳﺪﻟﻮ ﻣﺨﻪ‬
‫وﺗړي‪ .‬د ښﺎﻏﻠﻲ اوټﺲ د ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﯽ هﻐﻪ ﮐﻴﺴﻪ ﭼﯥ د ﺧﻮراﮎ څښﺎﮎ او د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﭘﻪ ﺧﺮڅﻪ د ﺳﺮ‬
‫ﭘﻨﺎﻩ د ګټﻠﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻮرﻩ څﻪ ﻧﻪ وﻩ‪ ،‬داﺳﯽ وﺑڼﻠﯽ ﺷﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ ډګﺮ ﮐﯥ د ﺑﺪﻟﻮن ﻳﻮﻩ ﻟﻮﻳﻪ ﻣﺒﺎرزﻩ ﻳﯥ‬
‫راﻣﻨځ ﺗﻪ ﮐړﻟﻪ‪ ،‬ﭼﯥ ﻣﻮﺧﻪ ﻳﯥ د ﺗﺎج ﭘﻪ ﺳﺮ ﮐﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎرﻩ د دﻳﻨﻲ او ﻣﺬهﺒﻲ ﺗړون د ﺷﺮط ﻟﯧﺮﯼ ﮐﻮل او د‬
‫ﭘﺎﭼﺎ د ﺑﯥ ﭘﻮﻟﯽ واﮎ راﻧﻐﺎړل و‪ .‬ښﺎﻏﻠﯽ ډﻳﻨﺒﻲ ﭼﯥ د ﭘﺎﭼﺎ ﻟﻤړۍ وزﻳﺮ و‪ ،‬ﭘﻪ ﭘﻴﺮس ﮐﯥ د ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺳﻔﻴﺮ‬
‫ښﺎﻏﻠﻲ راﻟﻒ ﻣﻮﻧټﻴګ د دﯼ څﺮګﻨﺪوﻧﻮ وروﺳﺘﻮ ﭼﯥ د ﻟﻮﻳﺲ ﺷﭙﺎړﺳﻢ ﺳﺮﻩ ﻳﯥ د ﺳﻮداګﺮﻳﺰ ګﻤﺮﮎ ﭘﻪ‬
‫هﮑﻠﻪ او د ﺑډو رﺷﻮﺗﻮﻧﻮ ﭘټﻪ ﻟﻮﻇﻨﺎﻣﻪ ﮐﻮﻟﻪ ﭘﻪ ‪ ١٩‬م ﻧﻮﻣﺒﺮ ﻣﺤﺎﮐﻤﻪ ﺷﻮﻟﻮ ‪ .‬دﯼ ﺧﺒﺮﯼ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺟﺮګﻪ هﻢ‬
‫وازﻩ ﺧﻠﻪ ﭘﺎﺗﯽ ﮐړﻟﻪ‪ .‬ښﺎﻏﻠﯽ وأﻳﻢ هﺎﺑﻮرډ ﭘﻪ دﯼ ﺑﺎور و ﭼﯥ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺳﻔﻴﺮ ﺳﺮﻩ ﻧﻮر رازوﻧﻪ هﻢ ﺷﺘﻪ او ﮐﻪ‬
‫زور ﭘﺮﯼ واﭼﻮل ﺷﻲ ﻧﻮ ډﻳﺮې ﭘټﯥ ﺑﻪ ﺑﺮﺑﻨډې ﮐړي‪ .‬ﺧﻮ د زهﺮو ورﮐﻮل او ﭘﻪ ﭼړو وهﻞ ﻋﺎم دي ﻧﻮ‬
‫دوي دا ﮐﺎر ﻧﻪ ﺷﻲ ﮐﻮﻟﯽ‪ .‬هﻐﻪ ووﻳﻴﻞ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﺑﺎﻧﺪﯼ ﺑﻪ د ﻣﺮګ د وﻳﺮﯼ هﺮﻩ ﺷﭙﻪ د ﻣﺮګ ﺗﻴﺮﻳږي‪ .‬ﻳﻮ‬
‫ﻣﻠﮑﻲ او د ارل ﺁف ډﻳﻨﺒﻲ ﻳﻮ ﻳﺎر ووﻳﻴﻞ ﭼﯥ ﺳﺮﮐﺎر ﺑﻪ ﭘﻪ ﻳﻮ ﮐﺎل ﮐﯥ دﻧﻨﻪ ﺑﺪل ﺷﻲ‪ .‬هﻐﻪ ﭼﯥ دا ﺧﺒﺮﻩ ﮐﻮﻟﻪ‬
‫ﻧﻮ اوﺑﻪ او وچ ﭘﻮډر دواړﻩ ډوﻟﻪ زهﺮ ﻳﯥ درﻟﻮدل‪.‬‬

‫ﭘﻪ ډﻳﻨﺒﻲ د ﺳﺨﺘﯽ ﻏﺪارۍ ﻣﮑﺪﻣﻪ وﭼﻠﻮل ﺷﻮﻟﻪ او ﺗﻮر ﭘﺮﯼ وﻟګﻮل ﺷﻮﻟﻮ ﭼﯥ هﻐﻪ د دﺳﻴﺴﯽ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ځﻴﻨﯽ‬
‫ﻣﻬﻢ ﺛﺒﻮﺗﻮﻧﻪ ﭘټ ﺳﺎﺗﻠﻲ وو او د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﻳﯥ د ﺑﺎﭼﺎ ﺳﻼﻣﺖ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﮐﯥ ﺷګﯥ اﭼﻮﻟﯽ وﯼ او‬
‫ﻧﺎﺧﺒﺮﻩ ﻳﯥ ﺳﺎﺗﻠﯽ و‪ .‬د ﻻرډاﻧﻮ ﺟﺮګﯽ د ډﻳﻨﺒﻲ د زﻧﺪان د ﺳﺰا ﺳﺮﻩ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ وښﻮدﻟﻮ او ﭘﻪ دﻳﺮﺷﻢ دﺳﻤﺒﺮ‬
‫‪ ١۶٧٨‬ﺑﺎﭼﺎ ﭼﺎرﻟﺲ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻣﺎت ﮐړﻟﻮ او ﭘﻪ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻳﯥ ﺗﻮر وﻟګﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻏﻠﻄﻪ ﺗﻮګﻪ‬
‫اﺳﺘﻌﻤﺎل ﮐړﯼ دﯼ ‪ .‬ﭘﻪ ‪٢۴‬ﻣﻪ ﺟﻨﻮرۍ هﻐﻪ ﺧﭙﻞ د ﮐﻮﻧﺴﻞ ﻏړو ﺗﻪ اﻋﻼن وﮐړ ﭼﯥ د ﮐﻴﻮﻟﻴﺮ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﭼﯥ د‬
‫‪ ١۶۶١‬راهﻴﺴﯽ ﻧﺎﺳﺖ و د ﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻲ ﺟګړو ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ ﭘﻪ ډﻟﻮ ټﭙﻠﻮ ﮐﯥ وﻳﺸﻠﯽ ﺷﻮﯼ دﯼ‪ .‬ﻧﻮ ځﮑﻪ هﻐﻪ د ﻧﻮو‬
‫ټﺎﮐﻨﻮ اﻋﻼن ﮐﻮي او ﻧﻮﯼ ټﺎﮐﻠﯽ ﺷﻮﯼ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﺑﻪ ﭘﻪ ﻣﺎرچ ‪ ١۶٧٩‬ﮐﯥ ﻧﺎﺳﺘﻪ ﭘﻴﻞ ﮐﻮي ‪.‬‬
‫ټﺎﮐﻨﯥ وﺷﻮې او هﻐﻪ ټﻮل ﺧﻠﮏ د ﺑﻨړو ﺳﭙﮏ ﺷﻮل ﮐﻮﻣﻮ ﭼﯥ د ﺣﮑﻮﻣﺖ ﻳﺎ د ﻳﻮرﮎ د ډﻳﻮﮎ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ څﻪ‬
‫ﻧﻪ څﻪ ﺗﻮګﻪ اړﻳﮑﯥ درﻟﻮدﻟﻲ وو‪ .‬ﺳﺮ ﺟﺎن ورډن ﭘﻪ دﯼ ټﺎﮐﻨﯽ وﻧﻪ ﺑﺎﻳﻠﻠﯥ ﭼﯥ ګﻨﯽ د ﺧﻠﮑﻮ هﻐﻪ ﻧﻪ و ﺧﻮښ‬
‫ﺑﻠﮑﻪ ﺧﻠﮑﻮ هﻐﻪ ﺗﻪ ﭘﻪ دﯼ راﻳﯥ ورﻧﮑړﻟﯥ ﭼﯥ هﻐﻪ د ډﻳﻮﮎ ﻣﻨﺸﻲ ﭘﺎﺗﯽ ﺷﻮﯼ و او ﺧﭙﻞ ﻧﺎﻳﮏ ﺗﻪ ﻳﯥ د‬
‫ﻻرډاﻧﻮ د ﺟﺮګﯽ د ﻏړﻳﺘﻮب ﻟﭙﺎرﻩ راﻳﻪ اﭼﻮﻟﯽ وﻩ‪ .‬د ﻣﻴﺪﻟﺴﻴﮑﺲ د ﺳﻴﻤﯽ د ځﻮاﻧﺎﻧﻮ د ﻳﻮﯼ ډﻟﯽ د ﻧﻮي‬
‫ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن څﺨﻪ هﻴﻠﻪ وﻩ ﭼﯥ د ﺑﺎﭼﺎ د ﺳﺎﺗﻨﯽ ﻟﭙﺎرﻩ ﺑﻪ ﮐﻮټﻠﯽ ﺗﺎﺑﻴﺎ ﮐﻮي ‪ ،‬د ﭘﺮوټﺴټﻨټﻲ ﻣﺴﻠﮏ ﺳﺎﺗﻨﻪ ﺑﻪ ﮐﻮي د‬
‫ﻣﺬهﺒﻲ ﺧﭙﻠﻮاﮐۍ د ﭘﻴﺎوړﺗﻴﺎ ﻟﭙﺎرﻩ ﺑﻪ ګﺎﻣﻮﻧﻪ اﺧﻠﻲ‪ .‬ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﻧﻮﯼ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن د ﻣﺎرچ ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﮐﯥ ﮐﻴﻨﺎﺳﺘﻠﻮ ﻧﻮ‬
‫د ډﻳﻨﺒﻲ ﭘﻪ ﻣﺤﺎﮐﻤﻪ ﮐﻮﻟﻮ ﻳﯥ ټﻴﻨګﺎر ﭘﻴﻞ ﮐړ ﺳﺮﻩ ﻟﻪ دﯼ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ ډﻳﻨﺒﻲ وﺑﺨښﻲ ‪ ،‬ﺧﻮ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ‬
‫ﭘﻮهﻪ ﺷﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ډﻳﻨﺒﻲ ﭘﻪ هﻴڅ ډول ﻧﻪ ﺑﺨښﻲ ﻧﻮ هﻐﻪ ﺗﻪ ﻳﯥ د ﭘټﯧﺪﻟﻮ ﻻرﻩ ﺳﻤﻪ ﮐړﻩ ‪ .‬ﻟﻪ هﺮﯼ ﺧﻮا‬
‫زړﻩ ﻣﺎﺗﯽ ډﻳﻨﺒﻲ ﭘﻪ ﭘﻴﻨځﻠﺴﻢ اﭘﺮﻳﻞ ځﺎن ﺑﻠﻴﮏ راډ ﺗﻪ وﺳﭙﺎرﻟﻮ او ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ورځ ﭘﻪ ټﺎور ﮐﯥ ﺑﻨﺪي ﮐړل ﺷﻮﻟﻮ‪.‬‬

‫ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻳﻮ اړخ ﺗﻪ د ﺑﺎﭼﺎ د وزﻳﺮاﻧﻮ ﺷﺎﺗګ ﺗﻪ اداﻣﻪ ورﮐړﻟﻪ او ﺑﻞ ﻟﻮرﯼ ﺗﻪ ﻳﯥ د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ د دﺳﻴﺴﯽ څﻴړﻧﯽ‬
‫ﺗﻪ دوام ورﮐړﻟﻮ‪ .‬ﺳﺮ راﺑﺮټ ﺳﺎوت وﻳﻞ ووﻳﻴﻞ ﭼﯥ ﭘﻮﭘګﺮي ﻣﻮ د ﻳﻮﯼ اوږدﯼ ﻣﻮدﯼ ﻟﭙﺎرﻩ ښﺨﻪ ﮐړﻟﻪ‪.‬‬
‫ښﺎﻏﻠﻲ اوټﺲ ﭘﻪ اﭘﺮﻳﻞ ﮐﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻟﻴﮑﻨﻪ ﭼﺎپ او ﺧﭙﺮﻩ ﮐړﻟﻪ او ﺳﺮﺑﻴﺮﻩ ﭘﺮ دﯼ ﻳﯥ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن هﻐﻮ‬
‫ﻧﻮو ﻏړو ﺗﻪ د دﺳﻴﺴﯽ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﻣﺎﻟﻮﻣﺎت ورﮐﻮل ﮐﻮم ﻏړي ﭼﯥ ﻳﺎ ﺑﻴﺨﻲ ﻧﻪ وو ﺧﺒﺮ او ﻳﺎ ﻳﯥ ﻟږ ﻣﺎﻟﻮﻣﺎت‬
‫درﻟﻮدل‪ .‬د ﺧﭙﻠﯽ ﮐﻴﺴۍ د ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﺧﺮڅﻮﻟﻮ ﭘﻪ اوږدو ﮐﯥ اوټﺲ د ځﻴﻨﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮﻩ هﻢ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮﻟﻮ ‪ ،‬ﻟﮑﻪ‬
‫ﭘﻪ ‪ ٢۵‬اﭘﺮﻳﻞ هﻐﻪ د ښﺎﻏﻠﻲ ﻟﻴﻦ ﭘﻪ ﻧﻮم ﻳﻮ ﺳړﯼ د ﻻرډاﻧﻮ د څﻴړﻧﻮ ډﻟګۍ ﺗﻪ د ګﻮاهۍ ﻟﭙﺎرﻩ وړاﻧﺪﯼ ﮐړﻟﻮ ‪.‬‬
‫اوټﺲ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ دا ﺳړﯼ د اوټﺲ هﻐﻪ دﻟﻴﻞ ﻧﻮر ﭘﻴﺎوړﯼ ﮐړﯼ د ﮐﻮم ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ډﻳﻨﺒﻲ دا ﺗﻮر ﻟګﻮل‬
‫ﺷﻮﯼ و ﭼﯥ د اوټﺲ ګﻮاهﻲ ﻳﯥ ﭘټﻪ ﺳﺎﺗﻠﯽ وﻩ او ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺟﺮګﻪ ﻳﯥ ﺗﺮﻳﻨﻪ ﻧﻪ وﻩ ﺧﺒﺮ ﮐړﯼ‪ .‬ﺧﻮ ښﺎﻏﻠﻲ ﻟﻴﻦ‬
‫ﻧﻪ ﻳﻮاځﯽ د هﺮ څﻪ ﻧﻪ اﻧﮑﺎر وﮐړ ﺑﻠﮑﻪ اوټﺲ ﻳﯥ ډﻳﺮ ﺳﭙﮏ ﮐړﻟﻮ او د د ﺑﺎﭼﺎ ﺧﻮ ﻳﯥ ټﻮل ﮐﺎﻟﻲ ﭘﻪ ﻏﻮﺷﺎﻧﻮ‬
‫ووﻳﻨځﻞ‪ .‬او ﺑﺎﭼﺎ ﻳﯥ ﻳﻮ ﺑﺪﮐﺮدارﻩ‪ ،‬ﺑﺪ ﭼﻠﻨﻪ او د ﻧړئ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮﯼ ځﻨﺎﮐﺎر او ښځﻪ ﺧﻮښﯽ وﺑﻠﻠﻮ‪ .‬ﻧﻮي‬
‫ګﻮاهﺎن ﻟﮑﻪ د ﻣﺎر د ﭘښﻮ ﻧﻪ ﻣﻮﻧﺪل ﮐﻴﺪل او د ﻻرډاﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا د ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ اﻧډﻳﻮاﻻﻧﻮ ﻣﺤﺎﮐﻤﯥ د ﻣﻴږي ﭘﻪ ﭘﻞ‬
‫رواﻧﯥ وې‪ .‬ﺧﻮ د ګﻮاهۍ ﻧﺸﺘﻮاﻟﻲ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻧﻮي ﻏړي د ﺗﺨﺖ د وارث د ټﺎﮐﻠﻮ څﺨﻪ راواﻧﻪ ړول‪.‬‬

‫ﭘﻪ ‪ ٢٧‬م اﭘﺮﻳﻞ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن د ﺑﺎﭼﺎ هۍ د ﺧﻮﻧﺪي ﮐﻮﻟﻮ ﺧﺒﺮې اﺗﺮې ﭘﻴﻞ ﮐړﻟﯽ ﺧﻮ ﺧﺒﺮ ې د ﻳﻮرﮎ د ډﻳﻮﮎ ﭘﻪ‬
‫ﺧﻮا ﻻړﻟﯥ‪ .‬ﭘﻪ دﯼ ﺧﺒﺮﻩ ټﻮل ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻳﻮﻩ ﺧﻠﻪ و ﭼﯥ ﺟﻴﻤﺰ ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮏ دﯼ او د هﻐﻪ ﺷﺘﻮن د دﯼ ﺧﺒﺮﯼ‬
‫دﻟﻴﻞ دﯼ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎهﯽ ﺑﻪ ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﮑﻲ وﺧﺖ ﮐﯥ هﻢ ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ ﺗﻪ ﭘﺎﺗﯽ ﺷﻲ‪ .‬ﭘﻪ دﯼ ﺧﺒﺮﻩ راﻳﻪ ځﮑﻪ ﻧﻪ ﺷﻮﻩ‬
‫اﭼﻮل ﮐﯧﺪﻟﯽ ﭼﯥ د ﻳﻮرﮎ ﭘﻪ ډﻳﻮﮎ هﻴڅ څﺮګﻨﺪ ﺗﻮر ﻧﻪ و‪ .‬ﺑﻴﺎ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺟﺮګﯽ ﺗﻪ د اﻣﺮ وﺷﻮﻟﻮ ﭼﯥ داﺳﯽ‬
‫ﻳﻮﻩ ﻟﻴﮑﻨﻪ ﭼﻤﺘﻮ ﮐړي ﭼﯥ د ﻳﻮرﮎ د ډﻳﻮﮎ او د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ د دﺳﻴﺴﯽ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰﯼ ﭘﻪ ﮐﯥ اﺣﺎﻃﻪ ﺷﻮې‬
‫ﻳﻲ‪ .‬ﺑﺎﭼﺎ د ﻻرډ ﭼﺎﻧﺴﻠﺮ ﻓﻴﻨﭻ ﭘﻪ ﺧﻠﻪ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﺧﺒﺮ ﮐړﻟﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ هﻴڅ ډول ﺑﻪ څﻮﮎ داﺳﯽ ﺑﺪﻟﻮن ﺗﻪ اﻳﻠﻪ ﻧﻪ‬
‫ﮐړي ﭼﯥ د راﺗﻠﻮﻧﮑﻲ وارث ﭘﻪ هﮑﻠﻪ وي‪ .‬اﻟﺒﺘﻪ ﺑﺎﭼﺎ دﯼ ﺧﺒﺮﯼ ﺗﻪ ﻏﺎړﻩ ږدي ﭼﯥ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﮐﻮﻟﯽ ﺷﻲ د‬
‫ﭘﺮوټﺴټﻨټ او ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮏ وارث ﺗﺮ ﻣﻴﻨځ د ﺗﻮﭘﻴﺮ څﺮګﻨﺪوﻟﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ﮐﺎﻧﻮن ﺳﺎز ﮐړي ‪ ،‬ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﮐﻮﻟﯽ ﺷﻲ‬
‫ﭼﯥ د ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ ﻣﺮګ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮښﻪ ﻏﻮﻧډﻩ وﮐړي ) ﺗﺮ دﯼ د ﻣﺨﻪ ﺑﻪ د ﺑﺎﭼﺎ د ﻣﺮګ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن‬
‫ړﻧګﻴﺪﻟﻮ( ‪ .‬ﺳﺮﺑﻴﺮﻩ ﭘﺮ دﯼ ﺑﺎﭼﺎ دﯼ ﺗﻪ هﻢ ﺗﻴﺎر دﯼ ﭼﯥ د ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮏ ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ ﺑﺎﭼﺎهۍ ﮐﯥ ﺑﻪ د ﻣﺬهﺒﻲ‪ ،‬اداﻟﺘﻲ‬
‫او ﭘﻮځﻲ ګﻤﺎرﻧﻮ واﮎ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﺗﻪ ﭘﺮﻳږدي‪ .‬او ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن دﯼ ﭘﻪ دﯼ هﻢ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ورﺗﻪ د ﭘﻴﺴﻮ‬
‫د ﻏﻮﻧډوﻟﻮ واﮎ هﻢ ورﮐﻮي‪.‬‬
‫ښﺎﻏﻠﻲ ﺳﺎوت د ﺑﺎﭼﺎ وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻮ ﺗﻪ درې ډوﻟﻪ ﻏﺒﺮګﻮﻧﻮﻧﻪ وڅﺎرل‪ .‬ﻳﻮﻩ ډﻟﻪ ﺑﻴﺨﻲ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ وﻩ او د ﺑﺎﭼﺎ د‬
‫وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻮ ﻳﯥ ﺳﺘﺎﻳﻴﻨﻪ ﮐﻮﻟﻪ‪ .‬ﺑﻠﯽ ډﻟﯽ د دﻏﻪ وړاﻧﺪﻳﺰوﻧﻮ ﭘﻪ ﻋﻤﻠﻲ ﮐﻮﻟﻮ ﺷﮏ ﮐﻮﻟﻮ او ﻏﻮښﺘﻞ ﻳﯥ ﭼﯥ د‬
‫ﻧﺎرﻧﺞ ﺷﻬﺰادګۍ ﻣﻴﺮﻣﻦ ﻣﻴﺮي ﺳټﻮرټ دﯼ د ﺑﺎﭼﺎ ﻧﻪ ﭘﺲ ﻣﻠﮑﻪ ﺷﻲ‪ .‬د درﻳﻤﯥ ډﻟﯽ ﻏﺒﺮګﻮن ﺧﻮرا‬
‫ﺣﻴﺮاﻧﻮﻧﮑﯽ و‪ ،‬هﻐﻮي ګﻮرﻳﺪل او ﻏﺎښ ﭼﻴﭽﯽ ﻳﯥ ﮐﻮﻟﻮ وﻳﻞ ﻋﺠﻴﺒﻪ دﻩ ﺑﺎﭼﺎ څﻮﻣﺮﻩ ورورﺳﺘﻮ ﭘﺎﺗﯽ ﺳﻮچ‬
‫ﻟﺮي او د ښﺎﻏﻠﻲ ﭘﻴﮑﺮﻧګ او ﻧﻮرو ﻏﻨﺪﻟﻮ ﺷﻮو ﭘﺎدرﻳﺎﻧﻮ د ﻏﺮﻏﺮﻩ ﮐﻮﻟﻮ ﭘﺮ ځﺎﯼ ﻧﻮرې ﻧﻮرې ﺧﺒﺮې ﮐﻮي‪.‬‬
‫ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﮐﺎﻧﻮﻧﻲ ﺗﻮګﻪ د ﭘﻮﭘګﺮۍ ﭘﺮ ﺿﺪ ﺑﻨﺪ وﺗړل ﺷﻲ او ﺑﺎﭼﺎ دﯼ د ﻋﻤﻠﻲ ﮐﺎر ﭘﻴﻞ وﮐړي ‪.‬‬

‫د ﻣﯽ ﻣﻴﺎﺷﺘﯽ ﭘﻪ ‪١١‬ﻣﻪ ﻧﻴټﻪ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺟﺮګﻪ هﻐﻪ وﺧﺖ ړﻧګﻪ ﮐړل ﺷﻮﻟﻪ ﭼﯥ د ﻳﻮ داﺳﯽ ﮐﺎﻧﻮﻧﻲ ﺑﻞ ﭘﻪ ﺗﻴﺎرۍ‬
‫اﺧﺘﻪ وﻩ د ﮐﻮم ﺗﺮﻣﺨﻪ ﭼﯥ ﺑﻪ ﺟﯧﻤﺰ د ﺗﺎج ﻧﻪ ﺑﯽ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻴﺪﻟﻮ‪ .‬د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻏړو ﭘﺮﻳﮑړﻩ وﮐړﻟﻪ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ‬
‫ﺳﺮوﻧﻪ او ﻣﺎﻟﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ ﭼﺎرﻟﺲ ﺷﻴﻨﺪي او د ﺑﺎﭼﺎ د ځﺎن او ﭘﺮوټﺴټﻨټ ﻣﺬهﺐ ﺳﺎﺗﻨﻪ ﺑﻪ ﮐﻮي‪ .‬او ﺧﺪائ د‬
‫ﻧﮑړي ﮐﻪ ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ ﻏﻴﺮ ﻃﺒﻌﻲ ﺗﻮګﻪ ﻣړ ﺷﻮﻟﻮ ﻧﻮ د ﺗﺮ ﺧﭙﻠﻪ وﺳﻪ ﺑﻪ د ﭘﻮﭘګﺮو څﺨﻪ اﻧﺘﻘﺎم اﺧﻠﻲ‪ .‬دا د هﻐﻪ‬
‫ﻟﻮظ ﺗﺎزﻩ ﮐﻮل وو ﮐﻮم ﭼﯥ ﭘﻪ ‪ ١۵٨۴‬ﮐﯥ د ﻟﻮﻣړۍ ﻣﻴﺮﻣﻦ اﻟﺰﺑﺖ ﺳﺮﻩ د هﻐﯥ ﭘﻪ هﻐﻪ وﺧﺖ ﮐﯥ د‬
‫ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮑﻮ د ﺧﻮا د وژﻧۍ د دﺳﻴﺴﯽ څﺨﻪ د ﺳﺎﺗﻨﯽ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﺷﻮﯼ و‪ .‬د دﯼ ﺑﺎور ورﮐﻮﻟﻮ ﺑﺎوﺟﻮد د وراﺛﺖ‬
‫څﺨﻪ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻮﻟﻮ د ﺑﻞ دوﻳﻢ ﻟﻮﺳﺖ ﭘﻪ ﻳﻮﻳﺸﺘﻤﻪ ﻣﯽ ﺗﺼﻮﻳﺐ ﺷﻮﻟﻮ ‪ .‬ﺑﺎﭼﺎ وګﻮاښﻞ ﺷﻮﻟﻮ ﭼﯥ د ﺳﺮ‬
‫وﻟﻴﻢ ټﻴﻤﭙﻞ او ډﻳﻨﺒﻲ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن د ﺑﯽ وﺳﻪ ﮐﻮﻟﻮ ﺳﻼ وﻣﻨﻲ ډﻳﻨﺒﻲ اوس هﻢ د ټﺎورد زﻧﺪان څﺨﻪ ﭼﺎرﻟﺲ ﺗﻪ‬
‫ﻻرښﻮوﻧﻪ ﮐﻮﻟﻪ ‪.‬‬

‫د ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا د دﺳﻴﺴﻮ ګﻨګﻮﺳﯥ رواﻧﯽ وي ﺳﺮﻩ ﻟﻪ دﯼ ﭼﯥ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﭘﺎڅﯧﺪﻟﯽ و‪.‬‬

‫ﭘﻪ اﻳﺎﻟﺘﻮﻧﻮ ﮐﯥ د ﭘﺎدرﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ د اوﻟﺴﻲ ﮐﺮﮐﯽ ﭘټﻮل ﻧﺎﺷﻮﻧﯽ ﮐﺎر و‪ .‬ﮐﻪ اداﻟﺘﯽ ﭘټﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ د ﭘﺎدرﻳﺎﻧﻮ ﺳﺮﻩ‬
‫وﻩ ﻧﻮ د ﺧﻠﮑﻮ ښﮑﺎرﻩ ﮐﺮﮐﻪ ﻳﯥ ﭘﺮ ﺿﺪ ﺧﻮټﮑﻴﺪﻟﻪ‪ .‬ښﺎﻏﻠﻲ ﻓﻠﭗ هﻨﺮي راﭘﻮر ورﮐړﻟﻮ ﭼﯥ ﭼﯥ د ډﻳﻨﺒﻴﻎ او‬
‫ﭼﺴټﺮ ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻮ ﮐﯥ دوﻩ ﭘﺎدرﻳﺎن وځړول ﺷﻮل‪ ،‬راښﮑﻞ ﺷﻮل او ﺑﻴﺎ څﻠﻮر څﻠﻮر ټﻮټﯥ ﮐړل ﺷﻮل او دﻏﻪ‬
‫ډول ﭘﻪ ﻧﻮرو ﺳﻴﻤﻮ ﮐﯥ هﻢ ‪ .‬د ﺑﺮﻟﻨګټﻦ د ﺳﻴﻤﯽ واﻟﻲ ﭘﻪ ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﺎﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪﯼ ځﺎئ ﭘﻪ ځﺎئ د اوروﻧﻮ ﻟګﻮﻟﻮ‬
‫ﺗﻮروﻧﻪ وﻟګﻮل‪ .‬ﺳﺮﻩ ددﯼ ﭼﯥ د دﺳﻴﺴﯽ ﻣﺤﺎﮐﻤﯽ ځﻴﻨﯥ ﮐﻤﺰورې ﻟﺮﻟﯥ ﭘﻪ ځﺎﻧګړﯼ ﺗﻮګﻪ د ﺳﺮ ﺟﺎرج‬
‫وﻳﮑﻤﻦ ﺧﻮﺷﻲ ﮐﯧﺪل ﺧﻮ ﭘﻪ رﺳﻨﻴﻮ ﺗﻪ د اﺟﺎزت ﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ورﮐﻮﻟﻮ ﺑﻨﺪﻳﺰ ﭘﻪ ﺑﻞ اور ﻧﻮر ﺗﻴﻞ واړول ﭘﻪ اداﻟﺘﻮﻧﻮ‬
‫ﭘﻪ ډاګﻪ ﺗﻮروﻧﻪ وﻟګﻴﺪل ‪ ،‬ﺳﭙﮑﺎوي ﻳﯥ ﭘﻴﻞ ﺷﻮ او ﺑﺎﭼﺎ ﺗﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ ډاګﻪ ﮐﻨځﻞ ﮐﻴﺪل‪ .‬ﻳﻮد ﮐﻮڅﻮ ﺳﻨﺪر ﻏﺎړي‬
‫ﺧﻮ ﺑﺎﭼﺎ ﺗﻪ ﺗﺮ دﯼ ووﻳﻴﻞ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږﻩ ټﺎﭘﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ اوﺳﯧﺪﻟﻮ ﻣﻪ ﭘﻠﻴﺘﻮﻩ ‪ ،‬ﭼﺎرﻟﺴﻪ ‪ :‬ژر ﺗﺮ ژرﻩ دا ﺳﻴﻤﻪ‬
‫ﭘﺮﻳږدﻩ او ﺟﻼوﻃﻦ ﺷﻪ‪ .‬ځﻴﻨﯥ ﮐﺴﺎﻧﻮ ﻟﮑﻪ ښﺎﻏﻠﻲ ﭼﺎرﻟﺲ ﺑﻠﻨټ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻟﻴﮑﻨﻪ ﮐﯥ اﻧﺪﻳښﻨﻪ ښﮑﺎرﻩ ﮐړﻟﻪ ﭼﯥ‬
‫ﮐﻪ ﭼﻴﺮﯼ ﺟﻴﻤﺰ ﭘﻪ ﺗﺨﺖ ﮐﻴﻨﺎﺳﺘﻠﻮ ﻧﻮ د ﭘﺮوټﺴټﻨټﺎﻧﻮ ﻋﺎﻣﻪ وژﻧﻪ ﺑﻪ ﭘﻴﻞ ﺷﻲ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﭘﺮاﻧﺲ ﮐﯥ ﭘﻪ‬
‫‪ ١۵٧٢‬ﮐﯥ هګﻨﻮټﺴﺎن د ﺑﺮاﺗﻮﻟﻤﻴﻮ ﭘﻪ ورځ ﺣﻼل ﺷﻮي وو‪.‬‬

‫ﺑﺎﭼﺎ هﻴﻠﻪ ﻟﺮﻟﻪ ﭼﯥ ﻧﻮﯼ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﺑﻪ ورﺗﻪ ﻻرﻩ ﺳﻤﻪ ﮐړي او ﮐﺎر ﺑﻪ اﺳﺎن ﺷﻲ ﻧﻮ ځﮑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺟﻮن ﮐﯥ‬
‫ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن وﺷړﻟﻮ او د ﻧﻮو ټﺎﮐﻨﻮ اﻋﻼن ﻳﯥ وﮐړ ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻟﻮﻣړۍ ﻏﻮﻧډﻩ ﺑﻪ ﭘﻪ ‪٧‬م اﮐﺘﻮﺑﺮ ﮐﻮي‪ .‬د ﻋﺎﻣﻮ هﻴﻠﻮ‬
‫څﺨﻪ ډﻳﺮ زﻳﺎت ﮐﺴﺎن ﭘﻪ ټﺎﮐﻨﻮ ﮐﯥ ﮐﺎﻧﺪﻳﺪان ﺷﻮل ﺧﻮ ډﻳﺮﯼ ﭘﮑﯥ د ځﺎﻳﻲ ﻣﺨﻮرﻳﺰو ﻟﻪ ﺧﻮا ﻧﻮﻣﻮل ﺷﻮي‬
‫وو‪ .‬دا د ﻟﻮﻳﺪﻳځ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﮐﯥ ﻳﻮﻩ ﻧﻮﯼ ﺧﺒﺮﻩ وﻩ ﭼﯥ دوﻣﺮﻩ ډﻳﺮ ﺧﻠﮏ ټﺎﮐﻨﻮ ﮐﯥ ﮐﺎﻧﺪﻳﺪان ﺷﻮل‪ .‬ﺧﻮ د ﻋﺎﻣﻮ‬
‫وګړو دﻏﻪ ﻳﻮﻩ ﻧﺎرﻩ وﻩ ﭼﯥ درﺑﺎرﻳﺎن ﻧﻪ ﻏﻮاړو‪ .‬د ﺗﺨﺖ د وارث ﭘﻪ هﮑﻠﻪ وﻳﺮې ﻧﻮرې ﺳﯧﻮا ﺷﻮﻟﯥ ځﮑﻪ‬
‫ﭼﯥ ﭘﻪ اګﺴﺖ ﮐﯥ ﭼﺎرﻟﺲ ﺑﺎﭼﺎ ﺷﻴﺒﺮﯼ ﺗﺒﯽ وﻧﻴﻮﻟﻮ او د ﺑﺎﭼﺎ ورور ﺟﻴﻤﺰ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﺮﺳﻠﺰ ﮐﯥ ﺟﻼوﻃﻦ و‪،‬‬
‫ﺑﻴﺮﺗﻪ راﺳﺘﻮن ﺷﻮﻟﻮ ﭼﯥ هﺴﯽ ﻧﻪ ورور ﻳﯥ ﻣړ ﺷﻲ‪ .‬دﯼ ﻧﺎروﻏۍ د ﻳﻮرﮎ ډﻳﻮﮎ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻣﻴﺪاﻧﻲ ﮐړﻟﻮ او د‬
‫ﺗﺨﺖ د وراﺛﺖ ﻣﻨډﯼ ﺗﻪ ﻳﯥ ﺑډﯼ راښﮑﻠﯽ‪ .‬ﺑﻞ اړخ ﺗﻪ د ﻣﻮﻧﻤﻮت ډﻳﻮ ﮎ ﭼﯥ ﭘﻪ ‪ ٢۴‬ﺳﭙﺘﻤﺒﺮ ﭘﻪ ﺟﻼوﻃﻨۍ‬
‫ﻣﺠﺒﻮر ﮐړﯼ ﺷﻮﯼ و ﺑﻴﺮﺗﻪ راﻏﻠﻠﻮ ‪ ،‬ﻟﻪ دﯼ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﺷﻴﻔټﺒﺮي د ﭘﺮاﻳﻮي ﺟﺮګﻪ ﭘﺮﻳښﻮدﻟﻪ او ډاګﻴﺰﻩ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ‬
‫ﺗﻪ راووﺗﻠﻮ‪.‬‬

‫ﭼﺎرﻟﺲ د ﺟﻴﻤﺰ ﺗﺮ ﻓﺸﺎر ﻻﻧﺪﯼ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻏﻮﻧډﻩ د اﺗﻮ ﻧﻮرو ورځﻮ ﻟﭙﺎرﻩ وځﻨډوﻟﻪ‪.‬‬

‫ﭘﻪ دﻏﻪ وﺧﺖ ﮐﯥ د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ د ﻧﻮﯼ دﺳﻴﺴﯽ ﻟﻮګۍ د ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮑﻮ د ﻧﻮي ﭼﺎل څﺨﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮﻟﻮ‪ .‬ﭘﻪ ‪ ٢٠‬م‬
‫اﮐﺘﻮﺑﺮ ﺗﻬﺎﻣﺲ ډﻧګﺮﻓﻴﻠډ وﻧﻴﻮل ﺷﻮﻟﻮ د هﻐﻪ ﭘﻪ ښﻮوﻧﻪ ﭼﺎرواﮐﻮ داﺳﯽ ﻟﻴﮑﻨﯥ وﻣﻮﻧﺪﻟﯥ ﭼﯥ دا ﺧﺒﺮﻩ ﺗﺮﻳﻨﻪ‬
‫ﺟﻮﺗﻪ ﺷﻮﻟﻪ ﭼﯥ ځﻴﻨﯥ ډﻟﻮ او د وهﻴګ ګﻮﻧﺪ ﻏړو د ډﻳﻮﮎ د ﺗﺨﺖ د وارث د ګﺮځﻴﺪﻟﻮ ﭘﻪ ﺻﻮرت ﮐﯥ د‬
‫وﺳﻠﻪ وال ﭘﺎڅﻮن ﺗﺎﺑﻴﺎ ﮐﻮﻟﻪ‪ .‬دﻏﻪ څﺮګﻨﺪوﻧﯽ د ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ ﮐﺎر هﻐﻪ وﺧﺖ ﻧﻮر ګﺮان ﮐړﻟﻮ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ دا ﭘﻪ‬
‫ډاګﻪ ﺷﻮﻩ ﭼﯥ ډﻧګﺮﻓﻴﻠډ د ﻳﻮﯼ ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﯽ داﻳڼﯽ اﻟﺰﺑﺖ ﺳﻮﻟﻴﻴﺮ دﻻل و‪ .‬ﺛﺒﻮت د هﻐﯥ د ﺧﻮراﮎ ﭘﻪ ﺗﺎخ ﮐﯥ‬
‫وﻣﻮﻧﺪل ﺷﻮﻟﻮ ‪ .‬ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ دا ﮐﺎر د ﭘﺮوټﺴټﻨټﺎﻧﻮ د وارﺧﻄﺎ ﮐﻮﻟﻮ او د ﭘﻮﭘﻴﺎﻧﻮ دﺳﻴﺴﯥ ﺗﻪ د ﻧﻮي ژوﻧﺪ ﺑﺨښﻠﻮ‬
‫ﭘﻪ ﻧﻴﺖ ﮐړﯼ و‪ .‬ددﯼ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﮐﯥ ﭘﻪ ﭘﻴﻨځﻢ او اوﻟﺴﻢ ﻧﻮﻣﺒﺮ ډﻳﺮ ﻏټ ﻏټ ﻻرﻳﻮﻧﻮﻧﻪ وﺷﻮل ﭼﯥ د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ‬
‫ګﻮداګﻲ ﻳﯥ ﭘﮑﯥ ﭘﻪ ډﻳﺮو ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﮐﯥ اوﺳﻴﺰل‪ .‬ﭘﻪ ﺳﻮﻧﻮ زرګﻮﻧﻮ ﺧﻠﮑﻮ د ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ ګډون دﻏﻪ ﻻرﻳﻮﻧﻮﻧﻪ ﭘﻪ‬
‫ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮګﻮ وﻟﻴﺪل‪ .‬او د ﭘﺮاﻧﺲ ﺳﻔﻴﺮ هﻢ ﭘﻪ ﺑﺪﻟﻮ ﮐﺎﻟﻴﻮ ﮐﯥ دﻏﻪ ﻻرﻳﻮﻧﻮﻧﻪ وﻟﻴﺪل‪.‬‬

‫ﺧﻮ دﻏﻪ دوﻣﺮﻩ ډﻳﺮ اوﻟﺴﯽ ﺧښﻢ ﺑﻴﺎ هﻢ ﺑﺎﭼﺎ ﻣﺠﺒﻮر ﻧﻪ ﮐړﻟﻮ ﭼﯥ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻏﻮﻧډﻩ راوﻏﻮاړي‪ .‬ﮐﻠﻪ ﭼﯥ‬
‫ﺷﻴﻔټﺒﺮي د ﺧﭙﻠﻮ ‪ ١۵‬ﻣﻠګﺮو ﺳﺮﻩ ﺑﺎﭼﺎ د ﭼﻴﭙﻞ ﭘﻪ ﻻرﻩ ﮐﯥ ودروﻟﻮ او د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن د ﻏﻮﻧډﯼ درﺧﻮاﺳﺖ ﻳﯥ‬
‫ورﮐړﻟﻮ ﻧﻮ هﻐﻪ ﻏﻮﻧډﻩ د ﻧﻮﻣﺒﺮ ‪ ١۶٨٠‬م ﭘﻮرﯼ ﻧﻮرﻩ وځﻨډوﻟﻪ‪ .‬د ﺧﻮاﺳﺖ دﻏﻪ ځﻮاب ﭘﻪ ﻻرو ﮐﻮڅﻮ ﮐﯥ‬
‫د ﺧﻠﮑﻮ د ﺧﺒﺮو د ﺳﺮ ټﮑﯥ وګﺮځﻴﺪﻟﻮ ‪ ،‬د ﺧﻮاﺳﺘﻮﻧﻮ ﻳﻮﻩ اوږدﻩ ﻟړۍ ﭘﻴﻞ ﺷﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ‪ ٨٠-١۶٧٩‬ﮐﯥ دوام‬
‫ﻟﺮﻟﻮ ﺧﻮ ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ درﻳځ ټﻴﻨګ وﻻړ و‪ .‬ﺧﻮ دا ﺧﺒﺮﻩ ﭘﻪ ډاګﻪ ﺷﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﻧﻪ ﺑﻠﮑﻪ د هﻐﻪ ورور ﻧﻪ‬
‫ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻏﻮﻧډﻩ وﺷﻲ‪ .‬د وهﻴګ ګﻮﻧﺪ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ هﻢ ﻣﺦ ﭘﻪ ډﻳﺮﻳﺪﻟﻮ و‪.‬‬

‫د ‪ ١۶٨٠‬م ﮐﺎل ﭘﻪ ﭘﺴﺮﻟﻲ ﮐﯥ ﺑﺎﭼﺎ د ﻣﺨﺎﻟﻔﻮ د ﺳﺮ ﭼﻘﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ ګﺎﻣﻮﻧﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﮐړل ‪ .‬ډﻳﺮ ﭼﺎرواﮐﻲ ﻟﻪ‬
‫دﻧﺪو څﺨﻪ ګﻮښﻪ ﮐړل ﺷﻮل ‪ ،‬ﭘﻪ ﭼﺎرواﮐﻮ زور واﭼﻮل ﺷﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﭘﺮوټﺴټﻨټﺎن وزوري او د دﻧﺪو ﺗﻤﺒﯽ‬
‫ورﺗﻪ وﺗړي‪ .‬ﺑﺎﭼﺎ د ﻳﻮرﮎ ډﻳﻮﮎ د ﺳﮑﺎټ ﻟﻴﻨډ څﺨﻪ راوﺑﻠﻠﻮ او دواړو څﻨګﻪ ﭘﻪ څﻨګ د ﻟﻨﺪن د ښﺎروال ﭘﻪ‬
‫ﮐﻮر ﮐﯥ د ډول ﺳﺮﻧﺎ او ﻧڅﺎګﺎﻧﻮ ﻧﻪ ﺧﻮﻧﺪ واﺧﻴﺴﺘﻠﻮ ‪ .‬ځﻴﻨﯥ ﺧﻠﮏ د وﻳﺮﯼ د ﺑﺎﭼﺎ ﻣﻠګﺮي ﺷﻮل او ﺑﺎﭼﺎ د‬
‫ﺳﻮﺑﺎړي ﭘﻪ زور ﭘﻪ ﺧﻠﮑﻮ دا ﻣﻨﻠﻪ ﭼﯥ دﯼ ﺑﺎﭼﺎ دﯼ او ﺧﻠﮏ ګﺮم دي ﮐﻪ ددﻩ ﺑﺎﭼﺎهﻲ ﻧﻪ ﻣﻨﻲ‪ .‬د ﭘﻮﭘﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ‬
‫دﺳﻴﺴﻪ ﮐﯥ هﻢ ﺳﺎﻩ ﻧﻪ وﻩ ﭘﺎﺗﯽ ‪.‬‬

‫ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻴﻔټﺒﺮي او ﭘﻠﻮﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ دا ﺧﺒﺮﻩ ګﺮاﻧﻪ وﻩ ﭼﯥ د ﺗﺨﺖ د وارث ﺧﺒﺮﻩ د ﺧﻠﮑﻮ ﭘﻪ ﻣﻐﺰو ﮐﯥ ژوﻧﺪﯼ‬
‫وﺳﺎﺗﻲ‪ .‬ﭘﻪ ﺟﻮن ﮐﯥ هﻐﻮي د ﻣﻴډﻟﺴﮑﺲ ﻟﻮړ ﻩ اداﻟﺘﻲ ﺟﺮګﻪ ﭘﻪ دﯼ ﺧﺒﺮﻩ اﻣﺎدﻩ ﮐړﻟﻪ ﭼﯥ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن د‬
‫ﻏﻮﻧډﯼ ﻏﻮښﺘﻨﻪ وﮐړي ‪ ،‬د ﻳﻮرﮎ ډﻳﻮﮎ د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ د دﺳﻴﺴﯽ ﺑﺮﺧﻪ وﻣﻨﻲ او د ﭘﻮرټﺴﻤﺎوت ډﭼﻴﺰ ﭼﯥ د‬
‫ﺑﺎﭼﺎ ﭘﺮاﻧﺴﻮۍ ﻳﺎرﻩ وﻩ ﻳﻮﻩ ﻋﺎﻣﻪ ﺑﺪﭼﻠﻨﻪ ډﻣﻪ وګﺮځﻮي‪ .‬ﺧﻮ دﻏﻪ هڅﻪ ﺳﺮ وﻟﻴﻢ ﺳﮑﺮوج ﺷﻨډﻩ ﮐړﻟﻪ‪ .‬د دوﺑﻲ‬
‫ﺑﻪ ﻣﻴﻨځ ﮐﯥ دوﻩ داﺳﯽ ﮐﺴﺎن د ﻟﻨﺪن ﻋﺰﺗﻤﻨﺪ وټﺎﮐﻞ ﺷﻮ ﭼﯥ د اﻧګﻠﻴﺴﯽ ﻣﻌﺎﻓﯽ ﺳﻮګﻨﺪ ﻳﯥ ﻧﻪ وو ﭘﻮرﺗﻪ ﮐړﯼ‬
‫او ﭘﻪ دﻏﻪ ﺗﻮر ﻟﻴﺮﯼ ﮐړل ﺷﻮ ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ځﺎﻧﻮﻧﻪ وټﺎﮐﻞ ‪ .‬ﭘﻪ دﻏﻮ ﮐﯥ ﻳﻮ د ﻣﺮﯼ ﻧﻪ وﻧﻴﺴﻞ ﺷﻮ او ﭘﻪ ټټﺮ‬
‫ﮐﯥ ﭘﻪ ﺳﻮﮐﺎﻧﻮ ووهﻞ ﺷﻮﻟﻮ‪ .‬ﺑﻞ اړخ ﺗﻪ د ﻣﻮﻧﻤﻮت ډﻳﻮﮎ د هﻴﻮاد ﭘﻪ ﻟﻮﻳﺪﻳځ ﮐﯥ د ﺧﻠﮑﻮ ﺳﺮﻩ ﮐﻮڅﻪ ﭘﻪ‬
‫ﮐﻮڅﻪ ګﺮځﻴﺪﻟﻮ او ﺧﻠﮑﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ځﺎن د ﺣﻘﺪار ﺷﻬﺰادﻩ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ور ﭘﻴﮋﻧﺪﻟﻮ‪ .‬او د ﺗﺨﺖ د وراﺛﺖ دﻋﻮا ﻳﯥ‬
‫ﮐﻮﻟﻪ‪.‬‬

‫ﺷﺎﻩ ﭼﺎرﻟﺲ ﭘﻪ ‪ ٢۶‬م اګﺴﺖ اﻣﺮ ﺟﺎري ﮐړﻟﻮ د ﮐﻮم ﺗﺮ ﻣﺨﯥ ﭼﯥ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻏﻮﻧډﻩ د اﮐﺘﻮﺑﺮ ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﮐﯥ‬
‫راوﺑﻠﻠﯥ ﺷﻮﻟﻪ‪ .‬د ﻋﺎﻣﻮ وګړو ﭘﻪ اﻧﺪ ﮐﻪ ﭼﻴﺮﯼ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻟﻪ ﺧﻮا ﻳﻮﻩ ﻏټﻪ ﻏﻮټﻪ د ﺑﺎﭼﺎ ﻟﭙﺎرﻩ ﻣﻘﺮر ﺷﻲ ﻧﻮ‬
‫ﮐﯧﺪﻟﯽ ﺷﻲ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ د وراﺛﺖ ﭘﺮﻳﮑړﻩ د ﻣﺬهﺒﻲ ﺑﺎور ﭘﻪ ﺗﺎداو ﮐﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﭼﻤﺘﻮ ﮐړي‪ ..‬ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن د ﮐﻴﻨﺎﺳﺘﻠﻮ‬
‫ﺳﺮﻩ ﺳﻢ د ﺧﭙﻞ واﮐۍ ﺑﻴﺮغ ﭘﻮرﺗﻪ ﮐړﻟﻮ او ﺳﻠﻄﺎﻧﻲ اﻣﺮ ﺗﻪ د اﻧﺘﻈﺎر ﭘﺮﺗﻪ ﻳﯥ ښﺎﻏﻠﯽ وﻟﻴﻢ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن وﻳﺎﻧﺪ‬
‫وټﺎﮐﻠﻮ‪ .‬ورﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﻳﯥ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻣﻬﻢ ګﺎم ﭘﻮرﺗﻪ ﮐړﻟﻮ ﭼﯥ د هﺮﯼ ورځﯽ د راﻳﻮ ﭼﺎﭘﻮل و‪ .‬دﺳﻴﺴﻪ هﻐﻪ دم ﺑﻴﺎ‬
‫ﺳﻴﺎﺳﻲ ډګﺮ ﺗﻪ راښﮑﻞ ﺷﻮﻟﻪ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﻲ ډﻧګﺮ ﻓﻴﻠډ د ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ ورور ﺟﻴﻤﺰ ﺗﻮر وﻟګﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﻏﻮښﺘﻞ ﻳﯥ‬
‫د ډﻧګﺮﻓﻴﻠډ ﭘﻪ ﻻس ﺑﺎﭼﺎ ووژﻧﻲ‪ .‬دﯼ ﺧﺒﺮﯼ د ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ د ﺗﺨﺖ د وارﺛﺎﻧﻮ څﺨﻪ د اﻳﺴﺘﻠﻮ ﺑﺎث ﺑﻴﺎ ﺗﻮد ﮐړﻟﻮ‪.‬‬

‫ﭘﻪ څﻠﻮرم ﻧﻮﻣﺒﺮ د ﺑﯽ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻮﻟﻮ ﻳﻮ ﻧﻮﯼ ﮐﺎﻧﻮن ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﺗﻪ وړاﻧﺪﯼ ﮐړل ﺷﻮﻟﻮ ‪ .‬ﭼﯥ دا ﺷﺮط ﭘﮑﯥ زﻳﺎت‬
‫ﺷﻮﯼ و ﭼﯥ د ﺑﺎﭼﺎ ورور ﺟﻴﻤﺰ ﺑﻪ ﻣړ ګڼﻠﯽ ﮐﻴږي او ﺗﺎج ﺑﻪ ﻣﻴﺮﻣﻦ ﻣﻴﺮي او د ﻧﺎرﻧﺞ ﺷﻬﺰادﻩ ښﺎﻏﻠﻲ وﻟﻴﻢ‬
‫ﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﺮ ﮐﻮل ﮐﻴږي‪ .‬دﯼ ﻧﻮي ﮐﺎﻧﻮن د ﻣﻮﻧﻤﻮت د ډﻳﻮﮎ زړﻩ ﻣﺎت ﮐړﻟﻮ‪.‬اوس ﺷﺎﻩ ﭼﺎرﻟﺲ هﻢ ﺧﭙﻞ زور‬
‫ﭘﻪ ډاګﻪ ﮐړﻟﻮ‪ ،‬ﭘﻪ ‪ ١۵‬ﻧﻮﻣﺒﺮ د ﻻرډاﻧﻮ ﺟﺮګﯽ دﻏﻪ ﺑﺪﻟﻮن د دﻳﺮﺷﻮ ﭘﻪ ﭘﺮﺗﻠﻪ ﭘﻪ ‪ ۶٣‬راﻳﻮ ﻧﺎﮐﺎﻣﻪ ﮐړﻟﻮ دﻏﻪ‬
‫وﺧﺖ ﺑﺎﭼﺎ هﻢ د اور د اﻧګﻴﺘۍ ﺧﻮا ﺗﻪ وﻻړ و‪ .‬د دﻏﻪ ﻣﺎﺗﯽ څﺨﻪ ﺳﻤﻼﺳﻲ ورورﺳﺘﻮ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺟﺮګﯽ د‬
‫ﺷﺎد ﻏﺎړﯼ ﭘﻪ ور د دﻏﻪ ﺑﺪﻟﻮن د اﻳﺴﺘﻠﻮ هڅﻪ وﮐړﻟﻪ او ﭘﺨﻮاﻧﻲ اﻟﺰﺑﺘﻲ ډول ﺣﺎﻻﺗﻮ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺗړﻟﻮ ﻳﯥ زهﺮ ﭘﻪ‬
‫ګﻮړﻩ ﮐﯥ ﭘټ ﮐړل او ﺑﺎﭼﺎ ﺗﻪ ﻳﯥ د ﭘﻴﺴﻮ‪ ،‬د ټﻠﻮاﻟۍ د ﺟﻮړوﻟﻮ او د ﻧﻮرو اﺳﺎﻧﺘﻴﺎو ﺑﺎور ورﮐړﻟﻮ او ﻏﻮښﺘﻨﻪ‬
‫ﻳﯥ ﺗﺮﯼ وﮐړﻟﻪ ﭼﯥ د ﻳﻮرﮎ ډﻳﻮﮎ د ﺗﺨﺖ څﺨﻪ ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯽ ﮐړي‪ .‬ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ ‪۴‬ﻣﻪ د ﺟﻨﻮرﯼ ‪١۶٨١‬م ﮐﺎل د‬
‫دﻏﻪ ﺑﺎور ورﮐﻮﻟﻮ څﺨﻪ ﭘﻪ رﺳﻤﻲ ﺗﻮګﻪ اﻧﮑﺎر وﮐړ او ورﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﻳﯥ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﭘﻪ ‪١٠‬ﻣﻪ د ﺟﻨﻮرﯼ وځﻨډوﻟﻮ‬
‫‪ .‬ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﺷﻠﻤﻪ د ﺟﻨﻮرﯼ ﻧﺎﺳﺖ وﯼ ﺧﻮ ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ اﺗﻠﺴﻤﻪ د ﺟﻨﻮرﯼ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن وﺷړﻟﻮ او د ﻧﻮي‬
‫ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻳﯥ وﮐړﻟﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﺎرچ ﮐﯥ ﺑﻪ ﭘﻪ اﮐﺴﻔﺮډ ﮐﯥ ﻧﺎﺳﺘﻪ وﻟﺮي‪.‬‬

‫ﻧﻮو ټﺎﮐﻨﻮ ﮐﯥ ﺑﻴﺎ د اداﻟﺖ ﻏﻨﺪﻧﻪ وﺷﻮﻟﻪ او د ﭘﻮﭘګﺮۍ ﺧﻄﺮوﻧﻪ ﺑﺎث ﺷﻮل ﺧﻮ ﺷﻴﻔټﺒﺮي ﭘﻪ دﯼ ﺑﺮﻳﺎﻟﯽ ﺷﻮﻟﻮ‬
‫ﭼﯥ د ﺑﺎﭼﺎ ورور ﺟﻴﻤﺰ د ﻣﻴډﻟﺴﮑﺲ ﺟﺮګﯽ ﺗﻪ د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ د ﭘﻠﻮي ﮐﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺗﻮر وړاﻧﺪﯼ ﮐړي ‪ ،‬ﻟﻪ دﯼ ﺳﺮﻩ‬
‫ﺳﺮﻩ ﭘﻪ اوﻟﺲ ﮐﯥ دا اﻧﺪﻳښﻨﻪ هﻢ ﺗﺎﻧﺪﻩ وﻩ ﭼﯥ ﺗﻴﺮ دوﻩ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎﻧﻮﻧﻪ ډﻳﺮ اړﮎ و او څﻪ ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﻳﯥ ﻧﻪ و‬
‫ﮐړﯼ ﭘﻪ ﺑﺮﺳټﻮل ﮐﯥ هﻐﻪ ﺧﻠﮑﻮ ټﺎﮐﻨﯽ ﺑﺎﻳﻠﯽ څﻮﮎ ﭼﯥ د ﺳﺮﮐﺎر ﭘﺮ ﺿﺪ و او هﻐﻪ ﮐﺴﺎن ﺑﺮﻳﺎﻟﻲ ﺷﻮل‬
‫څﻮﮎ ﭼﯥ ﭼﺮچ او رﻳﺎﺳﺖ ﺗﻪ وﻓﺎدار وو‪ .‬ﺧﻮ ﺗﺮ ﭘﺮدﯼ ﺷﺎﺗﻪ ﭘټﻪ دﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺳﻲ هﻢ رواﻧﻪ وﻩ او ﺷﺎﻩ ﭼﺎرﻟﺲ ﺗﻪ‬
‫د ﭘﺮاﻧﺲ د اﺳﺘﺎزي ﻟﻪ ﺧﻮا د ‪ ٣٨۵٠٠٠‬ﭘﺎوﻧډوﻧﻮ ﻣﻨښﺘﻪ ﺷﻮﯼ وﻩ ﺧﻮ ﺷﺮط دا و ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﺑﻪ د هﺴﭙﺎﻧﻴﯥ‬
‫ﺳﺮﻩ ټﻠﻮاﻟﻲ ﭘﺮﻳږدي او د اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﺑﺪﻟﻮن ﭘﻠﻮﻩ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﺑﻪ ﻧﺎﺳﺘﯽ ﺗﻪ ﻧﻪ ﭘﺮﻳږدي‪. .‬ﺧﻮ ﭘﻪ اﮐﺴﻔﺮډ ﮐﯥ د‬
‫ﻧﺎﺳﺘﯽ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﭘﻪ ﭼټګﻪ ﺗﻮګﻪ د ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﯽ او د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻮﻟﻮ ﮐﻴﺴﻪ ﺑﻴﺎ ﭘﯧﻞ ﮐړﻟﻪ او ﻋﻤﻮﻣﻲ‬
‫ﺟﺮګﯽ ﻳﻮ ﺑﻞ ګﻮاﻩ ښﺎﻏﻠﯽ اﻳډورډ ﭘﻴﺰارﯼ وﻣﻮﻧﺪﻟﻮ ﭼﯥ د ﻳﻮرﮎ د ډﻳﻮﮎ‪ ،‬د ﻣﻠﮑﯽ او د ﭘﻮرټﺴﻤﺎوت د‬
‫ډﭼﺰ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﻳﯥ د ﻣﺎﻟﻮﻣﺎﺗﻮ ادﻋﺎ ﮐﻮﻟﻪ ﺧﻮ ﻻرډاﻧﻮ دﻏﻪ ﺧﺒﺮﻩ وﻧﻪ ﻣﻨﻠﻪ‪ .‬ﺑﺎﭼﺎ د راﺗﻠﻮﻧﮑﯽ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﺧﭙﻞ‬
‫ﭘﻼن ﭘﻪ ډاګﻪ ﮐړﻟﻮ ﭼﯥ ﺷﻬﺰادګۍ ﻣﻴﺮي ﺑﻪ د ﭘﻼر ﭘﻪ ﺑﺎدﺷﺎهۍ ﮐﯥ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﮐﻮي ﺧﻮ دﯼ هﻢ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن‬
‫اور ﺳﻮړ ﻧﻪ ﮐړﻟﻮ او ﻏړو ﺑﻴﺎ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻮﻟﻮ وړاﻧﺪﻳﺰ راوړﻟﻮ‪ .‬د ګﻞ ﭘﻪ ورځ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻏړود‬
‫ﺑﺪﻟﻮن وړوﻣﺒﯽ ﻟﻮﺳﺖ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ هﻐﻮي ﮐﺮﻳﺴټ ﭼﺮچ هﺎل ﺗﻪ وﻏﻮښﺘﻞ ﺷﻮل او ﺑﺎﭼﺎ دوﻣﺮﻩ ﭘﻪ ﭼټﮑﺘﻴﺎ‬
‫ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ړﻧګ ﮐړﻟﻮ ﭼﯥ ډﻳﺮ ﻻرډان ﭘﻪ رﺳﻤﻲ ﮐﺎﻟﻴﻮ ﮐﯥ هﻢ ﻧﻪ وو‪ .‬ﺑﺎﭼﺎ د ﻏﺮﻣﯽ د ډوډۍ ورورﺳﺘﻮ‬
‫وﻳﻨډزر ﺗﻪ وﻻړو او د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻏړو ﺧﭙﻞ ﻟﻮښﻲ ﻟﺮګﻲ راﻏﻮﻧډول ﭼﯥ ﮐﻮروﻧﻮ ﺗﻪ وﻻړ ﺷﻲ‪ .‬ددﯼ ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ‬
‫وﺧﺖ ﮐﯥ ﺑﻪ ﺑﻞ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن راﻧﺸﻲ‪.‬‬

‫ﻧﻮ دا اوس څﻨګﻪ ﺳﭙﻴﻨﻪ وو ﭼﯥ وﺿﻊ څﻮﻣﺮﻩ ګډﻩ وډﻩ وﻩ او ﭼﺎرﻟﺲ ﺑﺎﭼﺎ څﻮﻣﺮﻩ ﭘﻪ اﺳﺎﻧﻪ هﻐﻪ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎﻧﻮﻧﻪ‬
‫د ﺣﻠﻮﻩ د ﻧﻮړئ ﭘﻪ څﻴﺮ د ﺳﺘﻮﻧﻲ ﺗﻴﺮ ﮐړل ﮐﻮﻣﻮ ﭼﯥ د ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ د ﺗﺎج څﺨﻪ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻮﻟﻮ د ﭘﺎرﻩ ﻻس‬
‫ﭘښﯥ وهﻠﯥ‪.‬؟ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ د ﻣﺨﻪ ﭘﻪ دﯼ ﺳﺮ ﺧﻼﺻﻮل ﻣﻬﻢ دي ﭼﯥ وﻟﯽ ﺧﻠﮑﻮ ﭘﻪ ﭘټﻮ ﺳﺘﺮګﻮ د اوټﺲ‪ ،‬ټﻨګ‪،‬‬
‫ﺑﻴډل‪ ،‬او ﭘﺮاﻧﺲ ﭘﻪ دردوﻏﻮ ﺑﺎور وﮐړﻟﻮ او هډو څﻪ څﻴړﻧﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻳﯥ وﻧﮑړﻟﻪ ﺳﺮﻩ د دﯼ ﭼﯥ د ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ‬
‫ګډون ځﻴﻨﯥ ﻧﻮر ﺧﻠﮏ ﭘﻪ دﯼ ﭘﻮهﻴﺪل ﭼﯥ د دﻏﻮ ﮐﺴﺎﻧﻮ ټﻮﻟﻪ ﮐﻴﺴﻪ رﻳښﺘﻴﺎ ﻧﻪ دﻩ‪ .‬او ﻣﻮﻧږﻩ دا هﻢ ﻧﻪ ﺷﻮ‬
‫ﮐﻮﻟﯽ ﭼﯥ ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﯽ ﺗﻪ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن او اوﻟﺴﻲ وګړو ﻏﺒﺮګﻮن ﭘﻪ دﯼ د ﭘﺎم څﺨﻪ وﻏﻮرځﻮو ﭼﯥ ګﻨﯽ دا‬
‫ﻳﻮ وګړﻳﺰ ﻟﻴﻮﻧﺘﻮب و‪ .‬د اﻟﺰﺑﺘﻲ وﺧﺘﻪ د ﭘﻮﭘګﺮۍ ﭘﺮ ﺿﺪ اوﻟﺴﻲ ﺧښﻢ ﭘﻪ اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﮐﯥ ﻳﻮﻩ ﭘټﻪ‬
‫ﺳﮑﺮوټﻪ وﻩ ﭼﯥ ﻟږ ﭘﻮﮐﯥ ﻳﯥ ﻏﻮښﺘﻠﻮ‪ .‬د ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ هﻐﻪ دﺳﻴﺴﯽ ﭼﯥ ﻏﻮښﺘﻞ ﻳﯥ ﭘﺮوټﺴټﻨﺘﻮب ﻟﻪ ﻣﻴﻨځﻪ‬
‫ﻳﻮﺳﻲ او د اﻧګﻠﻴﺴﻲ وګړو ﺁزادئ ﺧﺘﻢ ﮐړي هﻐﻪ وﺧﺖ ﭘﻮﮎ وهﻞ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ هﺴﭙﺎﻧﻮي ګﻮاښ او د ﺑﺎرودو‬
‫دﺳﻴﺴﻪ ﭘﻪ ‪١۶٠۵‬م ﮐﯥ ﺑﺮﺑﻨډﻩ ﺷﻮﻟﻪ‪ .‬ورورﺳﺘﻮ ﭘﻪ ‪ ١٧‬ﻣﻪ ﭘﻴړئ ﮐﯥ ﭘﻮﭘګﺮۍ د ﺑﺎﭼﺎ ﺗﺮخ وﻧﻴﻮﻟﻮ او د‬
‫ﭼﺎرﻟﺲ ﺑﺪﮐﺎرو ﺳﻼﮐﺎرو او ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﯥ ﻣﻠﮑﯽ هﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﺎ ټﭙﻮﻟﻮﭼﯥ اﻳﺮﻟﻴﻨډﯼ ﭘﻮځ ﭼﻤﺘﻮ ﮐړي ﭼﯥ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن‬
‫ﭘﺮﯼ دل ﮐړي او ورﺳﺮﻩ ﻳﯥ دﯼ ﺗﻪ هﻢ ﻟﻤﺴﻮﻟﻮ ﭼﯥ د ﺷﺎ ﭘﻪ ګﻮټ روﻣﻴﺖ ﻳﺎ روﻣﻨﺰم د هﻐﻮ دﺳﺘﻮرو‬
‫ﻧﻤﺎﻧځﻠﻮ ﭘﻪ ﭘﻠﻤﻪ رادﻧﻨﻪ ﮐړي ﮐﻮﻣﯥ ﭼﯥ روﻣﻴﺎن ﭘﻪ ﻣﺬهﺒﻲ ﺗﻮګﻪ ﻧﻤﺎﻧځﻲ‪ .‬او ﭘﻪ اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﭼﺮچ ﮐﯥ ﻳﯥ‬
‫روﻣﻲ ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻮ ﺗﻪ هﻢ هڅﻮﻟﻮ‪ .‬ﭘﻪ ﻧﻮﻣﺒﺮ ‪١۶۴١‬م ﮐﺎل ﮐﯥ ﭼﯥ ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻲ ﺑﻐﺎوت راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮﻟﻮ ﻧﻮ ﭘﻪ اﻳﺮﻟﻴﻨډ‬
‫ﮐﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﻮوﻧﻮ زرﻩ هﻐﻪ ﭘﺮوټﺴټﻨټﺎن ووژل ﮐﻮم ﭼﯥ ﮐډوال وو او ﭘﻪ ﺷﻤﻴﺮﻩ ﮐﯥ د ځﺎﻳﻲ ﭘﺮټﺴټﻨټﺎﻧﻮ‬
‫څﺨﻪ څﻮ ﭼﻨﺪﻩ ډﻳﺮ وو‪ .‬د ﭘﻮﭘګﺮۍ وﻳﺮﯼ اﻧګﻠﺴﺘﺎن اوﻟﺴﻲ ﺟګړو ﺳﺮﻩ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﮐړﻟﻮ او ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﺗﻪ د ﭘﻮځ‬
‫د ګﻤﺎرﻟﻮ د ﺣﻖ ورﮐﻮل د اوﻟﺲ ﻳﻮﻩ ﻟﻮﻳﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ وﻩ‪.‬‬

‫د ﭼﺎرﻟﺲ دوﻳﻢ ﺳﺮ ﭘﻪ دﯼ ښﻪ ﺧﻼص و ﭼﯥ د اوټﺲ او د ټﻨګ ﮐﻴﺴﻪ ﻣﻨﻞ او د هﻐﻮي څﺨﻪ ﭘﻮښﺘﻨﯥ‬
‫ګﺮوﻳﮋﻧﯥ ﮐﻮل د ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ درﻧﺎوي څﻪ اﻏﻴﺰﻩ ﻧﻪ ﻟﺮي ﺑﻠﮑﻪ ﭘﻪ هﻐﻪ ﺑﺎﻧﺪﯼ ﺑﻪ د ﭘﻮﭘﺎﻧﻮ د ﻣﺮﺳﺘﯽ ﺗﻮر وﻟګﻲ‬
‫ﭼﯥ ﻳﻮﻩ ښﻪ ﺧﺒﺮﻩ دﻩ‪ .‬ﺧﻮ دﯼ ﺧﺒﺮﯼ هﻢ وﺿﻊ وﻳﺮوﻧﮑﯽ او ﺗﺮﻳﻨګﻠﯽ ﮐړﻟﻪ ﭼﯥ ﺗﺮ اﭘﺮﻳﻞ ‪ ١۶٧٩‬ﭘﻮرﯼ ﻋﺎم‬
‫اوﻟﺲ ﭘﻪ دﻏﻪ ﮐﻴﺴﻪ ﻧﻪ و ﺧﺒﺮ ‪ ،‬د دﻏﻪ ﻧﻴټﯽ څﺨﻪ د ﻣﺨﻪ ﻳﻮازﯼ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن او ﺟﺮګﻪ ﺧﺒﺮ وﻩ او د دﻏﻪ دواړو‬
‫ﺧﺒﺮې او ﺑﺎﺛﻮﻧﻪ ﭘټ ﺳﺎﺗﻞ ﮐﯧﺪل‪ . .‬ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن او ﺟﺮګﻪ هﻢ د ﻟﻨډو ﻣﺎﻟﻮﻣﺎﺗﻮ څﺨﻪ ﺧﺒﺮ وو او ﻋﺎم اوﻟﺲ ﭘﻪ ﺗﺎ‬
‫وﻳﻴﻠﻲ ﻣﺎ وﻳﻴﻠﯽ وﺧﺖ ﺗﻴﺮوﻟﻮ‪ .‬ﭘﻪ دﻏﻪ وﺧﺖ ﮐﯥ د ﻟﻨﺪن ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﺎﻧﻮ ﺗﻪ د ﺷﮏ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻪ ﮐﺘﻞ ﮐﻴﺪل ‪ .‬ﻳﻮ ﺗﻦ‬
‫ښﺎﻏﻠﯽ وﻟﻴﻢ ﺳټﺎﻟﯽ ﭼﯥ د ﻳﻮ ﺷﺘﻤﻦ ﺑﺎﻧﮑﻮال ځﻮئ وﭘﻪ ‪ ٢۶‬ﻧﻮﻣﺒﺮ ‪ ١۶٧٨‬وځړول ﺷﻮﻟﻮ‪ .‬ﻣړﯼ ﻳﯥ راښﮑﻞ‬
‫ﺷﻮﻟﻮ او ورورﺳﺘﻮ څﻠﻮر ټﻮټﯥ ﮐړل ﺷﻮﻟﻮ ځﮑﻪ ﭼﯥ هﻐﻪ ﭘﻪ ﭘﺮاﻧﺴﻮﯼ ژﺑﻪ ﮐﯥ وﻳﻴﻠﻲ و ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﻟﯧﻮﻧﯽ‬
‫دﯼ ﺧﭙﻠﻮان ﭘﺎل دﯼ او ﺳټﺎﻟﻲ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺗﻴﺎر دﯼ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ووژﻧﻲ‪ .‬ﺑﺎﭼﺎ ﻧﺮﻣﻲ وښﻮدﻟﻪ او د ﺳټﺎﻟﻲ د ﻣړﯼ ﻳﯥ د‬
‫هﻐﻪ ﮐﻮرﻧۍ ﺗﻪ د ورﮐﻮﻟﻮ اﺟﺎزﻩ ورﮐړﻟﻪ‪ .‬ﺧﻮ ځﺎﻧګړﯼ ﺟﺮګﯽ د ﺑﺎﭼﺎ ﺧﺒﺮﻩ واﻧﻪ ورﻳﺪﻟﻪ او اﻣﺮ ﻳﯥ وﮐړ‬
‫ﭼﯥ د ﺳټﺎﻟﻲ ﻣړي ﺳﺮﻩ دﯼ هﻐﻪ څﻪ وﺷﻲ ﭼﯥ د ﻏﺪاراﻧﻮ ﻣړو ﺳﺮﻩ ﮐﻴږي‪ .‬د هﻐﻪ ﻣړﯼ د ګﻮرﻩ راوﻳﺴﺘﻞ‬
‫ﺷﻮﻟﻮ ‪ ،‬ﺳﺮ ﻳﯥ د ﻟﻨﺪن ﭘﻪ ﭘﻞ او ﻧﻮرې څﻠﻮر ﺑﺮﺧﯥ ﻳﯥ د ښﺎر ﭘﻪ دروازو ځړوﻧﺪې ﮐړﻟﯥ‪.‬‬

‫د ﻟﻨﺪن څﺨﻪ ﭘﺮﺗﻪ د ﺷﺎوﺧﻮا ﺳﻴﻤﻮ ﺧﻠﮏ هﻢ ﺗﺮﻳﺪﻟﻲ او وارﺧﻄﺎ وو‪ .‬ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﮐﯥ ﺗﺮ ﻳﻮرﮐﺸﺎﻳﺮﻩ او ﭘﻪ‬
‫ﺟﻨﻮب ﻟﻮﻳﺪﻳځ ﮐﯥ ﺗﺮ ګﻠﭽﺴټﺮﺷﺎﻳﺮﻩ ﭘﻮرې د ﺷﭙﯽ ﺑﻪ وﺳﻠﻪ واﻟﻮ ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ ﭘﻪ اﺳﻮﻧﻮ ﺳﭙﺎرې ګﺰﻣﯥ ﮐﻮﻟﯥ‪.‬‬
‫ﭼﯥ ﭼﺎ ﺑﻪ هﻢ د ګﺎډﻓﺮي د وژﻧﯽ ﭘﻪ رﺳﻤﻲ ﮐﻴﺴﻪ ﺷﮏ ﮐﻮﻟﻮ ﻳﺎ ﺑﻪ ﻳﯥ دﻏﻪ ﮐﻴﺴﻪ ﺗﺮ ﭘﻮښﺘﻨﻮ ﻻﻧﺪﯼ راوﺳﺘﻠﻪ د‬
‫اداﻟﺖ د ﺧﻮا ﺑﻪ ﻣﺤﺎﮐﻤﻪ ﮐﯧﺪﻟﻮ‪ .‬ﭘﻪ ﺟﻮن ‪ ١۶٨٢‬ﮐﯥ دوﻩ ﮐﺴﺎن د ځﻴﻨﯥ ﻟﻴﮑﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﭼﺎﭘﻮﻟﻮ او ﺧﭙﺮوﻟﻮ ﺟﺮﻳﻤﻪ‬
‫ﺷﻮل او ﭘﻪ ﺳﺘﻨﻮﭘﻮرې وﺗړل ﺷﻮل ﭘﻪ دﻏﻪ ﻟﻴﮑﻮﻧﻮ ﮐﯥ د ګﺎډﻓﺮي وژﻧﻪ ځﺎن وژﻧﻪ ګڼﻞ ﺷﻮﯼ وﻩ‪ .‬هﻴﭽﺎ‬
‫اﺟﺎزﻩ ﻧﻪ ﻟﺮﻟﻪ ﭼﯥ ﻗﺎﺿﻲ ګﺎډﻓﺮي د ﭘﺮوټﺴټﻨټﻲ ﻣﺮام ﺷﻬﻴﺪ وﻧﻪ ﻣﻨﻲ ‪ .‬د ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮑﻮ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻮﻟﻮ د هڅﻮ‬
‫د ﮐړﮐﻴﭻ ﭘﻪ ﻟړۍ ﮐﯥ هﺮ ې ﭘﻴښﯽ ﺗﻪ د ﺿﺪ ﭘﻮﭘګﺮۍ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻪ ﮐﺘﻞ ﮐﯧﺪل‪ .‬ﻳﻮ ازاداﻧﺪﯼ ښﺎﻏﻠﯽ راﺟﺮﻧﺎرت‬
‫دﻏﻪ ﺣﺎﻻت څﻪ ﭘﻪ دﯼ ډول راﻏﻮﻧډوي ‪ :،‬ﮐﻪ څﻮﮎ ﺧﭙﻞ ﺳﺮ ﺳﻼﻣﺖ ﻏﻮاړي ﻧﻮ ﭘﻪ هﺮ څﻪ دﯼ ﺑﺎور ﮐﻮي‬
‫او د ﺷﮏ د ﭘﺎرﻩ ﺑﻴﺨﻲ ځﺎئ ﻧﺸﺘﻪ‪ .‬ﺳﺎدﻩ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﮐﯧﺪﻟﻪ ﭼﯥ ﺁﻳﺎ ﺗﻪ ﭘﻪ دﺳﻴﺴﻪ ﺑﺎور ﻟﺮﯼ او ﮐﻪ څﻨګﻪ ؟؟ دﻏﻪ‬
‫دﺳﻴﺴﻪ د ﻳﻮﯼ دﻳﻨﻲ ﻋﻘﻴﺪﯼ ﭘﻪ څﻴﺮ ﻣﻨﻞ ﮐﯧﺪﻟﻪ‪.............. .‬او دا ﭘﻪ هﻐﻪ وﺧﺖ ﮐﯥ د ډﻳﺮو هﻮښﻴﺎراﻧﻮ او‬
‫ﭘﻮهﻪ ﺧﻠﮑﻮ درﻳځ ګﺮځﯧﺪﻟﯽ و‪ .‬ﮐﻨﻲ ﻧﻮ هﻐﻮي ﮐﻮﻟﯽ ﺷﻮل ﭼﯥ ﺗﺮ دﯼ ښﻪ او روڼ اﻧﺪ او ﭘﻮهﻪ وﻟﺮي‪:.‬‬

‫ﺧﻮ ﺑﺎﻳﺪ ﻣﻮﻧږﻩ ﺧﻄﺎ ﻧﻪ وځﻮ او دا وﻧﻪ ګڼﻮ ﭼﯥ ګﻨﯥ ﭘﻪ ‪ ١۶٧٨-٨۵‬ﮐﯥ ﺑﺲ ﻳﻮاځﯽ دﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﯽ او د‬
‫ﺗﺎج د وارث ﺳﻴﺎﺳﺖ د هﺮ څﻪ زڼﯽ و‪ .‬ﻧﻮر هﻢ ډﻳﺮ څﻪ وو ﭼﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﮐﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﻳﯥ د ﺳﺘﻮﻧﺰو ﺑﻮﺳﺎړﻩ‬
‫دﻧګﻪ او ﭘﻠﻨﻪ ﮐړﯼ وﻩ‪ .‬ﭘﻪ دﯼ هﻢ ﺧﻠﮏ ګﻨګﺲ وو او ﺳﺮوﻧﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ ﺧﻼﺻﯧﺪل ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﺑﻪ دا ﺧﭙﻞ ﭘﻮځ د‬
‫څﻪ ﻟﭙﺎرﻩ ﮐﺎروي او ﺁﻳﺎ دا ﭘﻮځ ﺑﻪ ﻣﺪام وي او ﻳﻮاځﯽ د ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ واﮎ ﮐﯥ وي‪ .‬ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ دﯼ ﺧﻠﮏ ﭘﻪ دﯼ هﻢ‬
‫ﺧﻮاﺑﺪي وو ﭼﯥ ﭼﺎرﻟﺲ د ﻟﻮﻳﻴﺲ ﺷﭙﺎړﺳﻢ ﺳﺮﻩ ﭘټﻪ دﻳﭙﻠﻮﻣﺎﺳﻲ ﻟﺮﻟﻪ او دﻏﻪ اړﻳﮑﻲ دوﻣﺮﻩ ﭘﺮ ﻣﺦ ﺗﻠﻠﻲ وو‬
‫ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ د ﭘﺮاﻧﺲ د ﺑﺎﭼﺎ وﻇﻴﻔﻪ ﺧﻮار ښﮑﺎرﻳﺪﻟﻮ‪ .‬او ﭘﻪ دﯼ هﻢ ﺧﺒﺮې رواﻧﯥ وﯼ ﭼﯥ د اوﺳﻨﻲ ﺑﺎﭼﺎ او د‬
‫هﻐﻪ د ﭘﻮﭘﻲ وارث واﮎ هﻢ ﭘﻪ واﮎ ﮐﯥ راوﺳﺘﻞ ﺷﻲ‪ .‬دﯼ ﺗﻮدﯼ ﺳﻴﺎﺳﻲ ګډوډي ﭘﻪ ﻟﻮﻣړي ځﻞ د ﺳﻴﺎﺳﻲ‬
‫ګﻮﻧﺪوﻧﻮ ﺟﻮړﻳﺪﻟﻮ ﺗﻪ ﻻرﻩ ﺳﻤﻪ ﮐړﻩ او د وهﻴګ او ټﻮري ﺳﻴﺎﺳﻲ ډﻟﯥ راﻣﻨځ ﺗﻪ ﺷﻮﻟﯥ‪.‬‬

‫ﭘﻪ وهﻴګ او ټﻮري ګﻮﻧﺪوﻧﻮ ﮐﯥ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﻳﻮاځﯽ د اﺳﺎﺳﻲ ﮐﺎﻧﻮن ﭘﻪ هﮑﻠﻪ د هﻐﻮي اﻧﺪ و‪ .‬ټﻮرﻳﺎن د ﺑﺎﭼﺎهۍ د‬
‫ﻓﻄﺮي ﺣﻖ او ﺷﺎهﻲ ﻣﻄﻠﻘﻮاﻟﻲ ﻣﻼﺗړي وو او وهﻴګﻴﺎن د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎﻧﻲ اﺳﺎﺳﻴﺖ او ﭘﻪ ځﻴﻨﯥ اﺳﺎﺳﻲ ﺧﺒﺮو ﮐﯥ‬
‫د ټﻮﻟﻮاﮐۍ ﮐﻠﮏ ﭘﻠﻮﻳﺎن وو‪ .‬دا ﻓﺮق ﭘﻪ ځﻴﻨﯥ ﺷﻴﺎﻧﻮ ﮐﯥ د ﺧﻠﮑﻮ څﺨﻪ ﻻرﻩ ګډوډﻩ وي ټﻮرﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﮐﺎﻧﻮﻧﻲ‬
‫ﺑﺎﭼﺎهۍ داﺳﯽ ﺑﺎور ﻟﺮﻟﻮ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﻣﻴﻨځ ﻻرو وهﻴګﻴﺎﻧﻮ ﻟﺮﻟﻮ‪ ،‬ﻧﻮ ځﮑﻪ ښﻮ ﮐﻠﮑﻮ اﻧګﻠﺲ ﭘﻠﻮﻩ ټﻮرﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ‬
‫ﭘﺮﺗﻤﻴﻦ اوښﺘﻮن ﮐﯥ د ﺧﭙﻞ ﺟﺎﻳﺰ ﺑﺎﭼﺎ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﮐﻮﻟﻮ‪ .‬د دواړو ګﻮﻧﺪوﻧﻮ ﻏټ ﻓﺮق د ﮐﻠﻴﺴﺎ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ د هﻐﻮي‬
‫ﻋﻘﻴﺪﻩ وﻩ‪ .‬د وهﻴګﻴﺎﻧﻮ ﺧﻮاﺧﻮږي د ﮐﻠﻴﺴﺎ څﺨﻪ د ﺑﻐﺎوت ﭘﻠﻮﻳﺎن وو ﺧﻮ د ټﻮرﻳﺎﻧﻮ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ د ﺑﯥ زﻏﻤﻪ‬
‫اﻧګﻠﺲ ﭘﻠﻮﻩ ﮐﻠﻴﺴﺎ ﺳﺮﻩ وﻩ‪ .‬ﺧﻮ دا ﺧﺒﺮﻩ ﺑﻴﺨﻲ ﭘﻪ ډاګﻪ وﻩ ﭼﯥ دواړﻩ ګﻮﻧﺪوﻧﻪ د ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻮ د ﻟﻴﻮﻧﺘﻮب ﺗﺮ‬
‫ﭘﻮﻟﯽ ﭘﻮرې ﺧﻼف وو‪ .‬او ﺑﻴﺎ ورورﺳﺘﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ ‪ ١۶٨٠‬ﻣﻮ ﮐﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﮐﻮم ﺑﻴﻠﺘﻮن راﻣﻨځ ﺷﻮﻟﻮ هﻐﻪ ﮐﻠﻴﺴﺎ‬
‫او رﻳﺎﺳﺖ ﺗﻪ د ورﭘﻴښﻮ ګﻮاښﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﺎداو و‪ .‬ﺧﻠﮏ څﻪ ﻏﻮاړي ‪ ،‬ﭘﺮوټﺴټﻨټﻲ ﺧﭙﻠﻮاﮐﻲ او ﮐﻪ روﻣﻲ‬
‫ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﺰم ‪.‬‬
‫د ﺑﺎﭼﺎ د ورور ﺟﻴﻤﺰ د ﺗﺨﺖ څﺨﻪ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯥ ﮐﻮﻟﻮ ﺧﻴﺎل د ‪ ١۶٧٠‬ﻣﻮ ﮐﻠﻮﻧﻮ راهﻴﺴﯥ ﺷﺘﻮن ﻟﺮﻟﻮ ﻧﻮ دﻏﻪ‬
‫ﻣﻮدﯼ او ﺳﻴﺎﺳﺖ ﺗﻪ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯥ ﮐﻮﻟﻮ د ﮐړﮐﻴﭻ ﻧﻮم ورﮐﻮل ﻳﻮﻩ ډﻳﺮﻩ ﻣﺎﻧﺪﻩ ﺧﺒﺮﻩ دﻩ‪ .‬د وراﺛﺖ ﺳﺘﻮﻧﺰﯼ ﺗﻪ‬
‫د ځﻮاب وﻳﻴﻠﻮ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﻧﻮرې ډﻳﺮې ﭼﺎرې هﻢ رواﻧﯥ وې‪ ،‬ﻟﮑﻪ د ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﻲ ﺑﺎﭼﺎ واﮎ ﺗﻪ ﭘﻮﻟﯥ اﭼﻮل‪ ،‬د‬
‫ﻣﻠﮑﻲ او ﻧﻮرو ﻣﺎﻣﻮرﻳﻨﻮ ګﻤﺎرل‪ ،‬د ﺟﻴﻤﺰ ﻟﻮر او د ﻧﺎرﻧﺞ ﺷﻬﺰادګۍ ﺗﻪ د ﺣﮑﻮﻣﺖ اﻧﺘﻘﺎﻟﻮل ‪ ،‬ﻳﺎ د ﻣﻮﻧﻤﻮت‬
‫د ډﻳﻮﮎ ﭼﯥ د ﺑﺎﭼﺎ ﻣﺸﺮۍ ﺣﺮاﻣﻲ ځﻮئ و د هﻐﻪ ﺣﻼﻟﻲ ګﺮځﻮل او ﻳﺎ دا هﻢ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻴﺮﻣﻦ ﻃﻼﻗﻪ‬
‫ﮐړي او د ﭘﺮوټﺴټﻨټ اوﻻد د ﭘﺎرﻩ ﻧﻮﯼ وادﻩ وﮐړي‪ .‬ﻳﻮ وار ﭼﯥ وهﻴګﻴﺎن ﭘﻪ دﯼ ﺑﺮﻳﺎﻟﻲ ﺷﻮل ﭼﯥ ﭘﻪ ‪ ٢٧‬م‬
‫اﭘﺮﻳﻞ ‪ ١۶٧٩‬ﮐﯥ ﻳﯥ د ﻋﻤﻮﻣﻲ ﺟﺮګﯥ د راﻳﻮ ﭘﻪ ذرﻳﻌﻪ د ﻳﻮرﮎ ډﻳﻮﮎ ﭘﻪ ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﻪ ﮐﯥ ﮐﮑړ ﮐړﻟﻮﻧﻮ د‬
‫‪١۶٨٠‬م او ‪ ١۶٨١‬ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎﻧﻮﻧﻮ ﮐﯥ هﺮ وﺧﺖ او ﭘﻪ ښﻪ زور ﮐﯥ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯥ ﮐﻮﻟﻮ ﺧﺒﺮې وګړﻧګﯧﺪﻟﯥ‪ .‬د‬
‫وهﯧګﻴﺎﻧﻮ هﻐﻪ ﭘﺮوﭘﯧګﻨډﯼ ﭼﯥ د ﻣﯧﺮﻣﻦ ټﻮډر د ﺣﮑﻮﻣﺖ ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﮐﻮﻟﯥ ﺧﻠﮏ ډﻳﺮ وﻳﺮول ﭼﯥ د‬
‫ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮏ ﺑﺎﭼﺎ د واﮎ ﻻﻧﺪﯼ ژوﻧﺪ څﻮﻣﺮﻩ ګﺮان او د ﮐړاوﻧﻮ ډﮎ وي‪ .‬او وهﻴګﻴﺎﻧﻮ ﺑﻪ ﭘﻪ ﭘﺮاﻧﺲ ﮐﯥ د‬
‫ﻟﻮﻳﻴﺲ ﺷﭙﺎړﺳﻢ ﺑﺎﭼﺎهۍ ﺗﻪ ګﻮﺗﻪ ﻧﻴﻮﻟﻪ ﭼﯥ څﻨګﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻣﺬهﺒﻲ ﺗﻮر هﻴګﻨﺎټﺎن ﺣﻼل ﮐړل ﻧﻮ د اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﺑﺎﭼﺎ‬
‫ﺑﻪ هﺮوﻣﺮو هﻐﻪ ﭼﻞ دﻟﺘﻪ وﮐړي‪ .‬دﯼ ﺳﺮﻩ ﺗړﻟﯽ د ﭘﻮځﻮﻧﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰﻩ وﻩ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﺑﻪ ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺬهﺒﻲ‬
‫ﺗګﻼرو د ﭘﺎرﻩ ﭘﻪ ﮐﺎر اﭼﻮي او د اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﭘﻪ اوﻟﺲ ﺑﻪ د ګﻤﺮﮎ او ﻧﻮرو ﺑﺎڼﻮ ﭘﻪ ﺷﮑﻞ ﮐﯥ د ﺑﺎج ﭘﻨډ‬
‫ﻏټﻴږي ﭼﯥ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ د ﻟﻮږو ﺗﻨﺪو وﻳﺮوﻧﮑﻮ او ژورو ﮐﻨﺪو ﺗﻪ ﻟﻮﻳﺪل وي‪.‬‬

‫د وهﻴګ ﻟﻪ ﺧﻮا د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻮﻟﻮ ﻣﺒﺎرزﯼ هﻐﻪ ﭘﺨﻮاﻧۍ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻋﻘﻴﺪﻩ راﺗﺎزﻩ ﮐﻮﻟﻪ ﭼﯥ هﻐﻮي ﭘﻪ ﺑﺎﭼﺎهۍ‬
‫ﮐﯥ د ﺑﺮﺧﯥ ﭘﻠﻮﻳﺎن وو او ﻳﺎ ﻳﯥ ټﻮﻟﻮاﮐﻪ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎﻧﻲ اﺳﺎﺳﻴﺖ ﻏﻮښﺘﻠﻮ‪ .‬هﻐﻮي ﭘﻪ ډاګﻪ وﻳﻴﻞ ﭼﯥ د ﭘﻮﻟﻮ ﺗړﻟﻮ‬
‫وړاﻧﺪﻳﺰ ﺑﻪ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻮﻟﻮ څﺨﻪ ډﻳﺮ ﺷﺎهﻲ وړﺗﻴﺎوې ﺷﻠﯥ ﮐړي‪ .‬ﮐټﺮ وهﻴګﻴﺎن ﻟﮑﻪ ﺟﺎن وﻟډن او‬
‫دودﺧﻮښﯽ د ټﻮﻟﻮاﮐۍ ﭘﻠﻮﯼ هﻨﺮي ﻧﻴﻮل ځﺎﻧﻮﻧﻪ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯥ ﮐﻮﻟﻮ د وړاﻧﺪﻳﺰ څﺨﻪ ډډﯼ ﺗﻪ ﮐﻮل‪ .‬ﺧﻮ‬
‫وهﻴګﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ډﻳﺮﻩ اﺳﺎﺳﻲ ﺗﻮګﻪ دا ښﻮدﻟﻪ ﭼﯥ د ﺳﺮﮐﺎر واﮎ د اوﻟﺲ د ﺧﻮا ورﮐﻮل ﺷﻮﯼ څﻴﺰ دﯼ ﻧﻮ‬
‫هﻐﻮي دا دﻟﻴﻞ ځﮑﻪ واﻳﯥ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ او ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﭘﻪ ګډﻩ د وارث ﺳﺘﻮﻧﺰﻩ اواروﻟﯽ ﺷﻲ ﭼﯥ اوﻟﺲ وﮐﻮﻟﯽ‬
‫ﺷﻲ د ﺧﭙﻞ هﻴﻮاد ﻣﺸﺮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮښﻪ وټﺎﮐﻲ‪ .‬د وهﻴګﻴﺎﻧﻮ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻮﻟﻮ هڅﯥ د ازادي ﺧﻮښﻮ‬
‫ﭘﺮوټﺴټﻨټﺎﻧﻮ د ﺳﺎﺗﻨﯥ ﺳﺮﻩ ﺗړﻟﯥ و‪ .‬هﻐﻮي ﭘﻪ ﺑﻴﺸﭙﺎﻧﻮ د ﻻرډاﻧﻮ ﭘﻪ ﺟﺮګﻪ ﮐﯥ د دوﻳﻢ ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻮﻟﻮ د‬
‫ﮐﺎﻧﻮن د ﻧﺎﮐﺎﻣۍ ﺗﻮر وﻟګﻮﻟﻮ او ټﻮرﻳﺎن ﻳﯥ ﭘﻪ د ﯼ ګﺮم ﮐړل ﭼﯥ د ﺑﻨﺴټﭙﺎﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﻳﯥ ﻻس ورﮐړي دي‪.‬‬

‫ﺑﻞ اړخ ﺗﻪ ټﻮرﻳﺎﻧﻮ دا دﻟﻴﻞ ورﮐﺎوﻩ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎي د ﺧﺪائ ﻟﻪ اړﺧﻪ ورﮐړﯼ ﺷﻮﯼ ﺣﻖ دﯼ او د دﯼ ﻻﻣﻠﻪ د‬
‫وراﺛﺖ ﻟړۍ ﺷﻠﻮل ﻣﻨﺎﺳﺐ ﻧﻪ دي‪ .‬دوي د ښﺎﻏﻠﻲ راﺑﺮټ ﭘﻠﻤﺮ د ﺳﻴﺎﺳﻲ اﻧﺪ ﺑﻴﺎ ﮐﺘﻨﻪ وﮐړﻩ‪ .‬هﻐﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻟﻴﮑﻨﻪ‬
‫د ﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻲ ﺟګړو ﭘﻪ اوږدو ﮐﯥ د ﭘﻴټﺮﻳﺎرﭼﻪ ﭘﻪ ﻧﻮم ﭘﻪ ‪١۶٨٠‬م ﮐﺎل ﮐﯥ ﭼﺎپ ﮐړﻟﻪ او د هﻐﻪ ﭘﻪ اﻧﺪ دا‬
‫ﻧړئ اﷲ ﭘﺎﮎ ﺁدم ﻋﻠﻴﻪ ﺳﻼم ﺗﻪ ورﮐړﻟﻪ او د ﺁدم د اوﻻد دا ﺣﻖ دﯼ ﭼﯥ واﮎ ﻳﯥ وﻟﺮي‪ .‬او ﭘﻪ دﯼ ﮐﯥ‬
‫ﻧﻮرﯼ ﺧﺒﺮې هﻴڅ ځﺎي ﻧﻪ ﻟﺮي‪ .‬ټﻮرﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ دﯼ ﺧﺒﺮﻩ دوﻣﺮﻩ ﭼﺮت ﻧﻪ وهﻠﻮ ﺧﻮ دا ﻳﯥ وﻳﻴﻞ ﭼﯥ د ﭘﻮﭘﯥ‬
‫ﻣﻴﺮات ﻣﻨﻞ د اﺳﺎﺳﻲ ﮐﺎﻧﻮن ﺳﺮﻩ ﺳﻤﻮن ﺧﻮري او ﻣﻨﻞ ﻳﯥ ﻣﻬﻢ او ارو ﻣﺮو دي ‪.‬‬
‫ښﺎﻏﻠﯽ ﺟﻴﻤﺰ د اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﮐﺎﻧﻮن ﭘﺮ ﺗﺎداو رﻳښﺘﻮﻧۍ وارث دﯼ او دا ﺑﻪ اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﮐﺎﻧﻮن وي ﭼﯥ اﻧګﺮﻳﺰان‬
‫ﺑﻪ د ﻣﻤﮑﻨﻪ ﭘﻮﭘﻲ ﺧﻄﺮو څﺨﻪ ژﻏﻮري‪ .‬ﺧﻮ ﺟﻴﻤﺰ ﻧﻪ د ﮐﺎﻧﻮن ﺟﻮړوﻟﻮ واﮎ ﻟﺮي او ﻧﻪ د راﺗﻠﻮﻧﮑﻲ‬
‫ﺣﮑﻮﻣﺖ ﻟﭙﺎرﻩ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن د ﺧﻮښﯽ ﭘﺮﺗﻪ اﺳﺎﺳﻲ ﮐﺎﻧﻮن ﺟﻮړوﻟﯽ ﺷﻲ‪ .‬د ټﻮرﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ وﻳﻨﺎ ﺟﻴﻤﺰ ﻧﻪ ﺑﻠﮑﻪ دا‬
‫وهګﻴﺎن وو ﭼﯥ اﺳﺎﺳﻲ ﮐﺎﻧﻮن ﻳﯥ ﺑﺮﺑﺎدوﻟﻮ‪ .‬ټﻮرﻳﺎﻧﻮ ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﻪ ﻣﻨﻠﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ وهګﻴﺎﻧﻮ ﻳﯥ دا ﺗﻮر هﻢ‬
‫ﻟګﻮﻟﻮ ﭼﯥ دﻏﻪ دﺳﻴﺴﻪ ﭘﻪ ﭼﺮچ او رﻳﺎﺳﺖ دواړو ﮐﯥ د ﺣﮑﻮﻣﺖ د ﮐﻤﺰوري ﮐﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ﮐﺎروي‪ .‬هﻐﻮي‬
‫وهګﻴﺎن د ‪ ١۶۴٠‬م د هﻐﻪ ﭘﻮرټﻴﻨﻲ دﺳﻴﺴﯽ ﺳﺮﻩ ﭘﺮﺗﻠﻪ ﮐﻮل ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﺑﺎﭼﺎ ﻳﯥ ووژﻟﻮ او ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎﻧﻲ رﻳﺎﺳﺖ‬
‫ﻳﯥ ﺟﻮړ ﮐړﻟﻮ‪ .‬د وهګﻴﺂﻧﻮ زﻏﻢ ﺑﻪ ﻳﻮ اړخ ﺗﻪ ﭘﻮﭘګﺮﯼ ﺗﻪ ﻻرﻩ هﻮارﻩ ﮐړي او ﺧﭙﻞ ﻣﻴﻨځﻲ وﻳﺶ ﺑﻪ‬
‫اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﮐﻤﺰورﯼ ﮐړي او ﭘﺮاﻧﺴﻮﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ د ﺑﺮﻳﺪ ﻳﻮﻩ اﺳﺎﻧﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﮐړي‪ .‬او د اﻧګﻠﺴﺘﺎن د ﺧﻠﮑﻮ ﭘﻪ‬
‫ﻣﺎزﻏﻮ ﮐﯥ دﯼ ﻓﮑﺮ ﭼﯥ د ﭘﻮﭘګﺮۍ او ﺳﺮﮐﺎر ﺗﺮﻣﻴﻨځﻪ ﮐﻠﮏ اﻧډول دﯼ ټﻮرﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ دا ﻻرﻩ هﻮارﻩ ﮐړﻩ ﭼﯥ‬
‫وواﻳﻲ ﭼﯥ ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﻪ ﭘﻮرﻳﺘﺎﻧﻮ او د ګډﺻﻮﻧﺪق ﮐﺴﺎﻧﻮ ﻳﺎﻧۍ ﮐﺎﻣﻦ وﻳﻠﺖ ﺟﻮړﻩ ﮐړﯼ وﻩ ‪.‬‬

‫د ‪ ١۶٧٩‬ﺗﺮ ‪ ١۶٨١‬م ﮐﺎل ﭘﻮرﯼ د ﺗﺎج ﭘﺮ ﺿﺪ ډﻟﯽ ﻏښﺘﻠﯥ وﯼ او وهﻴګﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻋﻤﻮﻣﯽ ﺟﺮګﻪ ﮐﯥ ډﻳﺮې‬
‫څﻮﮐۍ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐړﻟﯥ‪ ،‬او ﭘﻪ اﮐﺘﻮﺑﺮ ‪ ،١۶٨٠‬ﺟﻨﻮرۍ ‪ ،١۶٨١‬او ﻣﺎرچ ‪ ١۶٨١‬م ﮐﯥ ﻳﯥ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﻴﺘﻮب‬
‫ﻗﺮاردادوﻧﻪ ﺑﺮﻳﺎﻟﻲ ﮐړل او ﻟﻪ دﯼ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﻳﯥ د اوﻟﺴﻲ ﻻﺳﻠﻴﮏ ﺧﻮځښﺖ هﻢ ﭘﺮ ﻣﺦ ﺑﻮﺗﻠﻠﻮاو ﭘﻪ ﺟﻨﻮرۍ‬
‫‪ ١۶٨١‬م ﮐﯥ ﻳﯥ د ﻟﻨﺪن او واﻟټﺸﺎﻳﺮ څﺨﻪ د څﻠﻮرﻧﻴﻤﻮﺷﻠﻮ زرو ﮐﺴﺎﻧﻮ ﻻﺳﻠﻴﮏ ﺷﻮﯼ ﺳﭙﺎرښﺖ ﻟﻴﮏ‬
‫ﭼﺎرﻟﺲ ﺑﺎﭼﺎ ﺗﻪ وړاﻧﺪﯼ ﮐړﻟﻮ‪ .‬د دﯼ ﺳﺮﻩ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ دﻏﻪ وﺧﺖ ﮐﯥ د ﺗﺎج او اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﮐﻠﻴﺴﺎ ﺳﺮﻩ وﻓﺎداري هﻢ‬
‫ښﻪ څﺮﺑﻪ وﻩ‪.‬‬

‫ټﻮرﻳﺎن هﻢ ﻗﻼر ﻧﻪ وو ﻧﺎﺳﺖ او د ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻨﻮ وهګﻴﺎﻧﻮ د درﻳځ د ﺷﻨډوﻟﻮ هڅﯥ ﻳﯥ ﮐﻮﻟﯽ هﻐﻮي هﻢ د‬
‫وهﻴګﻴﺎﻧﻮ د ﮐﺮﮐﺠﻦ ﮐﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﻳﻮﻩ ﺳﭙﺎرښﺖ ﻟﻴﮏ د ﻻﺳﻠﻴﮑﻨﯽ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﺧﭙﻮر ﮐړﻟﻮ‪ .‬د ﭼﺎرﻟﺲ دوﻳﻢ د‬
‫اﭘﺮﻳﻞ ‪ ١۶٨١‬اﻋﻼن ددﯼ ﺧﺒﺮﯼ ﺳﭙﻴﻨﺎوﯼ وﮐړﻟﻮ ﭼﯥ وﻟﯽ ﻳﯥ اﺧﺮي ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن وﺷړﻟﻮ ‪ ٢١٠ ،‬ﮐﻮرﻧﻴﻮ د‬
‫دﻏﻪ درﻳځ ﻣﻼﺗړ وﮐړ او ﺑﻴﺎ ﻧﻮر ﺧﻠﮏ هﻐﻪ وﺧﺖ ﻣﻠګﺮي ﺷﻮل ﭼﯥ ﭘﻪ ارل اف ﺷﻴﻔټﺒﺮي دا ﺗﻮر وﻟګﻮل‬
‫ﺷﻮ ﭼﯥ د ﻳﺎرﮎ د ډﻳﻮﮎ د ﻣﻘﺎﺑﻠﯽ د ﭘﺎرﻩ ﻳﯥ د وﺳﻠﻪ وال ﭘﺮوټﺴټﻨټﻲ ﺧﻮځښﺖ ﺗﺎﺑﻴﺎ ﮐﻮﻟﻪ‪ .‬او دﻏﻪ ﺷﺎن ﻧﻮر‬
‫ﺳﭙﺎرښﺖ ﻟﻴﮑﻮﻧﻪ هﻢ راﻣﻨځ ﺗﻪ ﺷﻮل ﭼﯥ د وهګﻴﺎﻧﻮ ﻏﻨﺪﻧﻪ ﻳﯥ ﮐﻮﻟﻪ او ﭘﺮ هﻐﻮي ﺑﺎﻧﺪﯼ ﻳﯥ د دﺳﻴﺴﻮ ﺗﻮروﻧﻪ‬
‫ﻟګﻮل‪.‬‬

‫دا داﺳﯽ ﺳﺎدﻩ ﺧﺒﺮﻩ ﻧﻪ وﻩ ﭼﯥ ﭼﺎرﻟﺲ ﺑﯥ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎﻧﻪ ﺑﺎﭼﺎهﻲ ﮐﻮﻟﻪ‪ ،‬او اوﻟﺴﻲ ﺑﯽ ﺛﺒﺎﺗﻲ هﻢ ﻣﺦ ﭘﻪ‬
‫ډﻳﺮﻳﺪو وﻩ ﭼﯥ ﺗﺮ ﺷﺎ ﻳﯥ د ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﻪ ګﺮو ﻧﻪ ﺑﻠﮑﻪ د وهﻴګﻴﺎﻧﻮ ﻻس و‪.‬‬
‫د ‪ ،١۶٨٠ ،١۶٧٩‬او ‪ ١۶٨١‬د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎﻧﻮﻧﻮ د ﺗﺮﺧﻮ وﻳﻨﺎګﺎﻧﻮ ﭘﻪ رڼﺎ ﮐﯥ ﭘﻪ دﯼ ﺧﺒﺮﻩ ﺳﺮ ﻧﻪ ﺧﻼﺻﻴږي ﭼﯥ‬
‫ګﻨﯽ ﭼﺎرﻟﺲ ﭘﻪ رښﺘﻴﺎﻧﻮ د واﮐﺪارۍ څﺨﻪ ﺧﻮﻧﺪ اﺧﻴﺴﺘﻠﻮ‪ .‬هﻐﻪ ﺧﭙﻞ زور وﮐﺎروﻟﻮ او ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎﻧﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﺑﯥ د‬
‫څﻪ ﻏټ ﻣﺨﺎﻟﻔﺘﻪ وﺷړل‪ .‬او ﭘﻪ ﻧﻮﻣﺒﺮ ‪١۶٨٠‬م ﮐﯥ د ﻻرډاﻧﻮ ﭘﻪ ﻏﻮﻧډﻩ ﮐﯥ د هﻐﻪ ﺧﭙﻞ ﺷﺘﻮن د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﻴﺘﻮب‬
‫د دوﻳﻢ ﺑﻞ ﻣﺨﻪ وﻧﻴﺴﻠﻪ هﻐﻪ ﭘﻪ ډﻳﺮﻩ اﺳﺎﻧﺘﻴﺎ ﺳﺮﻩ ﻣﺨﻪ ورﻳﺰ وهګﻴﺎن ﻟﮑﻪ ﺳﻮﻓﮏ‪ ،‬ﻣﺎﻧﭽﺴټﺮ او اﻳﺴﮑﺲ او‬
‫د ﺳﻮﻟﯽ د ﺟﺮګﯽ وهﻴګﻲ ﻣﺸﺮان د ﻣﺨﯥ ﻟﻴﺮﯼ ﮐړل‪ .‬ادﻟﻴﻪ هﻢ د ﺗﺎج ﭘﻪ ﺷﺎ ﮐﻠﮑﻪ وﻻړﻩ وﻩ او ﻣﻬﻤﻪ ﺧﺒﺮﻩ دا‬
‫وﻩ ﭼﯥ د ﭼﺎرﻟﺲ د ﭘﻴﺴﻮ ﺳﺘﻮﻧﺰﻩ هﻢ ﺗﺮ ډﻳﺮﻩ ﺣﺪﻩ اوارﻩ ﺷﻮﯼ وﻩ‪.‬‬

‫ﺧﻮ ﺷﺎهﻲ واﮎ ﺗﻪ د وهﻴګﻴﺎﻧﻮ د اړﺧﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰو دا ﺧﺒﺮﻩ ﭘﻪ ډاګﻪ ﮐﻮﻟﻪ ﭼﯥ اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﭘﻪ ‪١۶٨١‬م ﮐﺎل ﮐﯥ د‬
‫ﻳﻮﯼ ﺧﻮﻧړئ ﺧﭙﻞ ﻣﻨځﻲ ﺟګړﯼ ﭘﻪ ډګﺮ وﻻړ و‪ .‬ﺧﻮ دا هﻢ رﻳښﺘﻴﺎ وو ﭼﯥ ﺟﺎرﻟﺲ د ﭘﺮاﻧﺴﻮي ﻣﻨښﺘﻮ او‬
‫ډاﻟﻮ ﭘﻪ ﺗﺎداو د ﺧﭙﻞ ﭘﻼر ﭘﻪ ﭘﺮﺗﻠﻪ ﭘﻪ ښﻪ ﮐﻠﮏ ﭘﺎړ وﻻړ و‪ .‬او ﮐﻪ هﻐﻪ ﭘﺮﻳﮑړﻩ ﮐﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن وﺷړي او‬
‫ﻧﻮر ټﻮﻟﻨﻴﺰ ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻪ راﻣﻴﻨځ ﺗﻪ ﮐړي ﻧﻮ هﻴڅ هﻢ داﺳﯽ ﮐﺎﻧﻮﻧﻲ ﺧﻨډ ﻧﻪ وو ﭼﯥ د هﻐﻪ ﻻرﻩ ﻳﯥ ډب ﮐړﯼ‬
‫وﯼ‪ .‬د ټﻮرﻳﺎﻧﻮ د ﻏﺒﺮګﻮن د ﺑﻴﺮﺗﻪ راﺳﺘﻨﻮﻟﻮ هڅﻮ د هﻐﻪ ﮐﻮرﻧﻲ ﭘﺎڅﻮن ﮐﻤﺰورﺗﻴﺎ څﺮګﻨﺪوﻟﻪ ﮐﻮم ﭼﯥ‬
‫رﻳﺎﺳﺖ ﺗﻪ د ګﻮاښ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﮐﻴﺪﻟﯽ ﺷﻮ‪ .‬او هﻐﻪ ﺷﻴﺎن ﻳﯥ ﭘټﻮل ﭼﯥ ګﻨﯥ وهﻴګﻴﺎن هﻐﻪ ﭘﺨﻮاﻧﻲ‬
‫ﻟﻴﻮﻧﻲ د ﺑﻮﺳﻮ ﺳﺨﻲ دي‪ .‬ﻳﻮ ﭘﻮﭘﯽ ﭘﻠﻮﻩ ﮐﺲ ﺑﻪ د ﺗﺎج وارث وي او ﺑﺮﺗﺎﻧﻮي ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﺑﻪ دا ﺗﻮان ﻧﻪ ﻟﺮي‬
‫ﭼﯥ د هﻐﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﺷﻲ او واﮎ ﻳﯥ ﻟﻨډ ﺗﻨګ ﮐړي‪ .‬او ﭘﻪ ﻧﻮﻣﺒﺮ ‪ ١۶٨٨‬ﮐﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﻧﻪ ﺑﻠﮑﻪ د هﻐﻪ ﺑﺮﺧﻼﻓﻮ‬
‫ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻧﺎﺳﺘﻪ وځﻨډوي‪.‬‬

‫ﺗﺮ ‪ ١۶٨۵‬ﭘﻮرﯼ وهګﻴﺎن ﺑﻴﺨﻲ وارﺧﻄﺎ وو‪ ،‬ﺷﻴﻔټﺒﺮي ﭘﻪ ﺟﻼوﻃﻨۍ ﮐﯥ ﻣړ ﺷﻮﯼ و او دوﻩ ﻧﻮر ﻣﺸﺮان ﻳﯥ‬
‫دﺑﺎﭼﺎ د وژﻟﻮ د ﻳﻮﯼ دﺳﻴﺴﯽ ﭘﻪ ﺗﻮر ﻏﺮ ﻏﺮﻩ ﺷﻮي وو‪ .‬ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻮرن دﺳﻴﺴﻪ ګﺮ ارل اف اﻳﺴﮑﺲ د ټﺎور‬
‫ﭘﻪ زﻧﺪان ﮐﯥ ځﺎن وژﻟﯽ و‪ .‬د ﻣﻮﻧﻤﻮت ډﻳﻮﮎ هﻢ ﻣﺠﺒﻮر و ﭼﯥ د هﻐﻪ ﺗﻮر ﻟګﻴﺪﻟﻮ ﻧﻪ ورورﺳﺘﻮ ﭼﯥ ګﻨﯥ‬
‫ﺧﭙﻞ ﭘﻼر ﻳﯥ وژﻟﻮ د هﻴﻮادﻩ وﺗښﺘﻲ‪ .‬ﭘﻪ ‪١۶٨٢‬م ﮐﯥ د ﻳﻮرﮎ د ډﻳﻮﮎ ﺑﻴﺮﺗﻪ راﺗګ د ﻳﻮ ﺗﻮد هﺮﮐﻠﻲ ﺳﺮﻩ‬
‫ﻣﺦ ﺷﻮ‬

‫د ټﻮﻟﻮ ﺗﭙﻮ ﺳﺮﻩ د ﮐﺎﻧﻮن ﭘﻪ ﻏﻴﺮ ﮐﺎﻧﻮﻧﻲ ﺗﻮګﻪ د ﮐﺎروﻟﻮ د ﻻرﯼ ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻦ ﻟﻴﺮﯼ ﮐړل ﺷﻮي وو‪ .‬ﻧﻮې‬
‫ﮐﺎﻧﻮﻧﻲ ﻣﺎدﯼ وﻟﻴﮑﻠﯥ ﺷﻮﻟﯥ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﺗﻪ واﮎ ورﮐړي ﭼﯥ د ﺧﭙﻠﯽ ﺧﻮښﯥ ﻟﻮړ ﭘﻮړي ﭼﺎرواﮐﻲ وګﻤﺎري‬

‫ګﻤﺮﮐﻲ ګټﯥ ﺗﺮ ‪ ١.٣‬ﻣﻴﻠﻴﻮﻧﻮ ﭘﻮر ﺟګﯥ ﺷﻮﯼ وې‪ .‬ﭘﻪ ﭘﺎي ﮐﯥ ﺑﺎﭼﺎ د ﭘﺮوټﺴټﻨټﺎﻧﻮ ﭘﻪ واﮎ ﮐﯥ د ګډوﻟﻮ ﻻرﻩ‬
‫ﭘﺮﻳښﻮدﻟﻪ او ﭘﻪ ﻋﺒﺎدت ﮐﯥ ﻳﯥ د اﻧګﻠﻴﺴﻲ دود ﭘﻪ ﺑﺸﭙړﻩ ﺗﻮګﻪ د ﻋﻤﻠﻲ ﮐﻮﻟﻮ اﻣﺮ وﮐړ‪ .‬ﻗﺎﺿﻴﺎﻧﻮ ﭘﺮوټﺴټﻨټﺎن‬
‫ﻣﺤﺎﮐﻤﻪ ﮐړل او ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﺎن هﻢ د ﭘټﯥ ﺟﺮګﯥ ﻟﻪ ﺧﻮا ﻣﺤﮑﻮم ﺷﻮل‪.‬‬
‫د ﺳټﻮارټ د ﮐﻮرﻧۍ ﺑﺎدﺷﺎهﻲ داﺳﻲ ﻏښﺘﻠﯽ او ﭘﻴﺎوړﯼ وﻩ ﻟﮑﻪ ﭼﯥ ﭘﺨﻮا څﻨګﻪ وﻩ‪ .‬ﺧﻮ ﺑﺎﭼﺎ اوس د ﺧﭙﻠﻮ‬
‫ﻗﺪرﺗﻲ ﻣﻠګﺮو ټﻮرﻳﺎﻧﻮاو اﻧګﻠﻴﮑﺎﻧﻮ ﭘﻪ اﺳﺮﻩ ﻧﺎﺳﺖ و‪ .‬اوس ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ ﭘﺮدي ﮐټ ﮐﯥ ﻣﻼﺳﺖ و ﭼﯥ د ﻧﻴﻤﯽ‬
‫ﺷﭙﯥ و‪ .‬او د ﭼﺎرﻟﺲ دوﻳﻢ هﻐﻪ ﻟﻮﺑﻪ ﭘﺎي ﺗﻪ رﺳﻴﺪﻟﯽ وﻩ ﭼﯥ ﻳﻮﻩ ډﻟﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ د ﺑﻠﯽ ﺳﺮﻩ اﻣﻮﺧﺘﻪ ﮐﻮﻟﻪ او‬
‫ﺑﺎﭼﺎهﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ ﮐﻮﻟﻪ‪ .‬دا ګﻮاښ ښﻪ ﺑﺮﺳﻴﺮﻩ وﻩ ﭼﯥ ټﻮرﻳﺎن د ﺳټﻴﻮرټ ﻻﺳﭙﻮﺳﻲ ﻧﻪ وو ﭘﺎﺗﯽ او ﻧﻪ ﻳﯥ د ﺑﯽ‬
‫واﮐﻪ واﮎ ﭘﻠﻮي ﮐﻮﻟﻪ‪ .‬هﻐﻮي ﭘﻪ هﻐﻪ ﺑﺎﭼﺎئ ﺑﺎور ﻟﺮﻟﻮ ﭼﯥ د ﻗﺪرت ﻟﻪ اړﺧﻪ وي او دا ﮐﺎﻧﻮﻧﻲ ﻣﺴﻮﻟﻴﺖ‬
‫ﻟﺮي ﭼﯥ د اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﮐﻠﻴﺴﺎ ﺳﺎﺗﻨﻪ وﮐړي‪ .‬ﺟﻴﻤﺰ دوﻳﻢ ﺑﻪ هﻠﻪ ﺧﺒﺮ ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﺬهﺒﻲ ﺗﺎداو د ټﻮرﻳﺎﻧﻮ د‬
‫ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ د ازﻣﻴښﺖ وﺧﺖ راﺷﻲ‪.‬‬

‫ﭘﺮوټﺴټﻨټ ﭘﻠﻮﻩ ډﻳﻮﮎ او ﭘﻮپ ﭘﻠﻮﻩ ﺷﻬﺰادﻩ‬


‫)اوس د ﺧﺪائ د ﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ زړوﻧﻪ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ وو او هﻴﻠﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻟﻮړﻳﺪو وې ﭼﯥ دﻏﻪ ﺳړﯼ ﺑﻪ د ﻋﻴﺴﯽ ﻋﻠﻴﻪ‬
‫ﺳﻼم ﺳﺮﻩ ﺳﺮﻩ د ﻣﻠﺖ ﭘﺎﻟﻨﻪ هﻢ ﭘﻪ ښﻪ ﺗﻮګﻪ ﺗﺮ ﺳﺮﻩ ﮐړي‪ .‬او هﻐﻪ ﺧﻠﮏ ﭼﯥ د ﻇﻠﻢ زور او ﺑﯥ وﺳﯽ ﭘﻪ‬
‫ﻣﻴﭽﻦ دل ﺷﻮي دي ﺑﻪ اوس د دﻣﯽ ﺳﺎﻩ واﺧﻠﻲ‪ .‬دوي ﭘﻪ دﯼ هﻢ ﺧﻮښ وو ﭼﯥ اوس ﺑﻪ د ﺧﺪائ او رﺳﻮل‬
‫هﻐﻪ دﻳﻦ ﺑﻴﺎ راژوﻧﺪﯼ ﺷﻲ ﭼﯥ د ﻳﻮې اوږدﯼ ﻣﻮدﯼ راهﻴﺴﯽ ښﺦ و او د هﻴﺮو ﭘﻪ ژورو ﮐﯥ ﻟﻮﻳﺪﻟﯽ و‪ .‬او‬
‫هﻢ دا وﺧﺖ و ﭼﯥ د ﺧﻮﻧړي ﺟﻨګ ﺟګړو د ډﻣﺎﻣﯽ ذﻳﻦ او ﺑﻢ راښﮑﻞ ﮐﯧﺪل(‪.‬‬

‫د ﻳﻮ ﭼﺮچ ﻏﺒﺮګﻮن‬
‫)ﺟﻴﻔﺮي ﻟﻮﻳﺪﻳځ د وﻳﻨﻮ ﭘﻪ ډﻧډ واړوﻟﻮاو ځﻴﻨﯥ ﺳﻴﻤﯥ ﺧﻮ ﺑﻴﺨﻲ د اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﺗﺸﯥ ﺷﻮې او د‬
‫اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮﺳﮑﻮﻧډﻟﻲ ﺷﻮي ﻣړئ او ﻣﺮدار ﺧﻮارﻩ ﺣﻴﻮاﻧﺎن ﭘﮑﯥ ﻟﻴﺪل ﮐﯧﺪل‪ .‬ﭘﻪ وﻧﻮ ﮐﯥ د ﭘﺎڼﻮ ﭘﻪ ﭘﺮﺗﻠﻪ ځړول‬
‫ﺷﻮي ﻣړي ډﻳﺮ وو‪ .‬د ﮐﻮروﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﻠﻮ او ﭼﺘﻮﻧﻮ دوﻣﺮﻩ ﻣړي ﭘﺮاﺗﻪ وو ﭼﯥ ﭘﺨﻮا ﺑﻪ ورﺑﺎﻧﺪﯼ دوﻣﺮﻩ ﮐﺎرﻏﺎن‬
‫ﻧﻪ ﮐښﻴﻨﺎﺳﺘﻞ‪ .‬دا ﺳﻤﻪ د دوزخ ﻳﻮﻩ ﻧﻨﺪارﻩ وﻩ‪ .‬ﺳﺮوﻧﻪ ﻳﺸﯧﺪل‪ ،‬ﭘﻮښﺘۍ ﻣﺎﺗﻴﺪﻟﯽ‪ ،‬ﺳﺨﺎ وږم ﺧﻮرﻳﺪﻟﻮاو د وﻳﻨﻮ‬
‫ﺑﺪﺑﻮئ د هﻮا ﭘﻪ هﺮ ﺑڅﺮﮐﻲ ﮐﯥ ﺧﭙﺮﻩ وﻩ(‪ .‬ﺟﯥ ټټﭽﯧﻦ‬

‫د ‪١۶٨۴‬م ﮐﺎل ﭘﻪ اوړي ﮐﯥ د ټګۍ ټﻮرۍ او ﭼﻠګﺮۍ وﺗﻠﯽ اﺳﺘﺎذ او د ﻣﻴﻞ ټﺐ ﻧﻮﻣﯥ دﺳﻴﺴﯽ ﺑﺮﺑﻨډوﻧﮑﯥ‬
‫ﺗﻬﺎﻣﺲ ډﻧګﺮﻓﻴﻠډ د ﭼﺎرﻟﺲ دوﻳﻢ د ﻣﺸﺮي اراﻣﻲ ځﻮئ ﺟﻴﻤﺰ ﺳﮑﺎټ ﭼﯥ د ﻣﻮﻧﻤﻮت ډﻳﻮﮎ هﻢ و ﭘﻪ ﺟﺎﻣﻪ‬
‫ﮐﯥ ﮐﺎرﻧﻮال ﻧﻮﻣﯥ ﺳﻴﻤﯥ ﺗﻪ وﻻړﻟﻮ‪ .‬ډﻧګﺮ ﻓﻴﻠډ ﭘﻪ ﮐﻠﻴﻮاﻟﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﮐﯥ د ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ اړﻩ ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﮐﻮﻟﯥ او د ﺑﺎﭼﺎ‬
‫ﺑﺪ ﺧﻮئ ﻳﯥ د ټﻮل ﻣﻠﺖ ﻟﭙﺎرﻩ ﻳﻮﻩ ﻧﺎروﻏﻲ ﺑﻠﻠﻪ‪ .‬ډﻧګﺮﻓﻴﻠډ د ﮐﻠﻴﻮاﻟﻮ ﺧﻠﮑﻮ د ټګﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎرﻩ د ﺧﭙﻠﻮ ﺑﺎﻟﮑﻮ ﭘﻪ‬
‫ﻏﺎړو ﮐﯥ ﻧﻘﻠﻲ ﭘﻴﺴﯥ ځﻮړﻧﺪې ﮐړﯼ وې او ﺧﻠﮑﻮ ﺑﻪ ورﺗﻪ د هﻐﯥ دوﻩ دوڼﻪ ﭘﻴﺴﯥ ورﮐﻮﻟﯥ‪ .‬د ﻳﻮرﮎ د‬
‫ډﻳﻮﮎ هﻐﻪ هڅﻮ ﭼﯥ ډﻧګﺮﻓﻴﻠډ د دﺳﻴﺴﻮ ﭘﻪ ﺗﻮر وﻧﻴﺴﻲ ډﻧګﺮﻓﻴﻠډ ډﻳﺮ ﺳﭙﮏ ﮐړﯼ و او هﻐﻪ ﭘﻪ ﻣﺎرچ‬
‫‪١۶٨۵‬م ﮐﺎل ﮐﯥ ﺷﺎهﻲ اﻓﺴﺮاﻧﻮ وﻧﻴﻮﻟﻮ او ﭘﻪ ﻧﻴﻮګﻴټ ﮐﯥ ﻳﯥ ﺑﻨﺪي ﮐړﻟﻮ‪ .‬ﺑﻞ ﮐﺎل هﻐﻪ د ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﯽ ﭘﻪ‬
‫هﮑﻠﻪ د ﮐﺘﺎب ﻟﻴﮑﻠﻮ ﭘﻪ ﺗﻮر ﻣﺤﺎﮐﻤﻪ ﺷﻮﻟﻮ او د د دوو ورځﻮ ﻟﭙﺎرﻩ ودروﻟﻮ ﺷﻮﻟﻮ او ﺑﻴﺎ د اﻟګﻴټ ﻧﻪ ﺗﺮ‬
‫ﻧﻴﻮګﻴټﻪ او ﺑﻴﺎ ﺗﺮ ټﺎﻳﺒﺮﻧﻪ ﭘﻮرﯼ ﭘﻪ ﻟﺘﻮاو وهﻠﻮ ټﮑﻮﻟﻮ ﺑﻮﺗﻠﻞ ﺷﻮﻟﻮ‪ .‬هﻐﻪ د دﻏﻪ ﺳﺨﺘﯽ ﺳﺰا وروﺳﺘﻮ هﻢ‬
‫ژوﻧﺪﯼ و ﺧﻮ ﭘﻪ واﭘﺴۍ ﮐﯥ د ټﻮري ﻗﺎﺿﻲ راﺑﺮټ ﭘﻨﺴﺰ ﻟﻪ ﺧﻮا ﺑﻨﺪي ﺷﻮ‪ .‬ﭘﺮﻧﺴﺰ د ډﻧګﺮﻓﻴﻠډ ﻧﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ‬
‫وﮐړﻩ ﭼﯥ دﻏﻪ د وهﻠﻮ ټﮑﻮﻟﻮ ﻟﻮﺑﻪ ﻳﯥ ﺧﻮښﻪ وﻩ او ﮐﻨﻪ ؟ ډﻧګﺮ ﻓﻴﻠډ ورﺗﻪ ﭘﻪ ځﻮاب ﮐﯥ ووﻳﻴﻞ ﭼﯥ ﺗﻪ د‬
‫ﺑﺪﭼﻠﻨﻪ ﻣﻮر ځﻮئ ﻳﯥ او ﺳﺘﺎ ﻣﻮر ډﻣﻪ وﻩ‪ .‬ﭘﺮﻧﺴﺰ ﭘﻪ ﺧښﻢ ﮐﯥ هﻐﻪ ﭘﻪ ﺑﺎڼﺲ ﻧﻴﻎ ووهﻠﻮ ﭼﯥ ﻳﻮﻩ ﺳﺘﺮګﻪ ﻳﯥ‬
‫ﺑﻮﻗﻪ راوﺗﻠﻪ او ﺳﺨﺖ ټﭙﻲ ﺷﻮﻟﻮ‪ .‬ځﻴﻨﯥ ﺧﻠﮏ واﻳﯥ ﭼﯥ دوﻩ ﺳﺎﻋﺘﻪ او ځﻴﻨﯥ واﻳﯥ ﭼﯥ دوﻩ ورځﯥ‬
‫ورورﺳﺘﻮ ډﻧګﺮ ﻓﻴﻠډ د دړدﻩ ﻣړ ﺷﻮ‪.‬‬

‫د اﺻﻠﻲ ډﻳﻮﮎ ﺣﺎﻟﺖ د ﻧﻘﻠﻲ ډﻳﻮﮎ ﻧﻪ هﻢ ډﻳﺮ ﺑﺘﺮ و‪ .‬د ﺧﭙﻞ اﮐﺎ ﺟﻴﻤﺰ دوﻳﻢ ﭘﺮ ﺿﺪ د ﭘﺎڅﻮن د راﭘﺎروﻟﻮ ﭘﻪ‬
‫ﺗﻮر د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﭘﻪ هﮑﻠﻪ ﭘﺮﻳﮑړﻩ ﻟﻪ ﻣﺨﮑﯥ ﭼﻤﺘﻮ وﻩ ﻧﻮ ﺑﯥ د وﮐﻴﻠﻪ ﺑﯥ د دﻟﻴﻠﻪ او ﺑﯥ د ﺧﻮاﺳﺘﻪ ﺳﻤﻼﺳﻲ ﭘﻪ‬
‫‪١۵‬ﻣﻪ ﺟﻮﻻئ ‪ ١۶٨۵‬م ﮐﺎل ﺑﻪ ځړول ﮐﻴﺪﻟﻮ ﺧﻮ اﮐﺎ ﻳﯥ ورﺑﺎﻧﺪﯼ زړﻩ وﺳﻴﺰﻟﻮ د ﻣﺮګ د اوږدﯼ ﺳﺨﺘۍ‬
‫څﺨﻪ د ﺑﭻ ﮐﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ ﻳﯥ ورﺗﻪ د ﺳﺮ ﭘﺮﻳﮑﻮﻟﻮ ﺳﺰا ورﮐړﻩ‪ .‬ﺧﻮ د ښﺎﻏﻠﻲ ﻧﺎرﻓﻠﮏ ﭼﯥ ﭘﻪ ‪ ١۶٨۴‬ﮐﯥ د‬
‫ﺑﺎﻏﻴﺎﻧﻪ وﻳﻨﺎګﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﻮر ﺑﻨﺪي و هﻐﻪ وړاﻧﺪوﻳﻨﻪ ټﮑﻲ ﭘﻪ ټﮑﻲ رښﺘﻴﺎ ﺷﻮﻩ ﭼﯥ د ﻣﻮﻧﻤﻮت څټ ډﻳﺮ ﻏټ دﯼ‬
‫او ﭘﺮﻳﮑﻮل ﺑﻪ ﻳﯥ ډﻳﺮ ګﺮان وي‪.‬او د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﺳﺮ د ﺗﺒﺮ ﭘﻪ ﭘﻨځﻢ ګﻮزار د ﺗﻨﻪ ﺑﻴﻞ ﺷﻮﻟﻮ‪ .‬ﭼﯥ ﭘﻪ درﻳﻢ‬
‫ګﻮزار ﺳﺮ ﺑﻴﻞ ﻧﻪ ﺷﻮﻟﻮ ﻧﻮ ﺗﺒﺮن ﺗﺒﺮ وﻏﻮرځﻮﻟﻮ ﺧﻮ ﭘﻪ ﻣﻮﮐﻪ ﻣﻮﺟﻮدو د اﻳﻼي‪ ،‬ﺑﺎت او وﻳﻠﺰ ﺑﺸﭙﺎﻧﻮ‬
‫ورﺑﺎﻧﺪﯼ ﺳﺘﺮګﯥ راﺳﺮې ﮐړﻟﯥ او د ﻣﺮګ ګﻮاښ ﻳﯥ ورﺗﻪ وﮐړﻟﻮ ﻧﻮ هﻠﻪ هﻐﻪ دوﻩ ﻧﻮر ګﻮزاروﻧﻪ وﮐړل‪.‬‬

‫اﻳﻠﻪ ﻳﻮﻩ ﻣﻴﺎﺷﺖ د ﻣﺨﻪ ﭘﻪ ﻳﻮﻟﺴﻢ ﺟﻮن ﻣﻮﻧﻤﻮت د ډورﺳټ ﻻﻳﻢ رﻳﮑﺰ ﻧﻮﻣﯥ ﺳﻴﻤﯥ ﺗﻪ د ﺧﻠﮑﻮ د ﭘﺎروﻟﻮ ﭘﻪ‬
‫ﻣﻮﺧﻪ ﺗﻠﻠﯽ و‪ .‬ﻳﺎﻏﻴﺎن ﭼﯥ د هﺎﻟﻴﻨډ څﺨﻪ ﭘﻪ ﮐﺸﺘﻴﻮ ﮐﯥ د هﻴﻮاد ﻟﻮﻳﺪﻳځ ﺗﻪ راﻏﻠﻲ ووﭘﻪ ډﻳﺮ ﻣﺎﻧﺪﻩ وﺳﻠﻮ ﺳﻨﺒﺎل‬
‫وو‪ .‬دوي ﭘﻪ دوو ﮐﺸﺘﻴﻮ ﮐﯥ راﻏﻠﻲ وو او څﻠﻮر ﮐﻮﭼﻨۍ ﺗﻮﭘﯥ‪،‬ﻟږې ﺷﺎن ټﻮﭘﮑﯥ ‪ ،‬ﻟږ ﺧﻮراﮐﻲ ﺗﻮﮐﻲ او‬
‫ﭘﻴﺴﯥ ﻳﯥ ﻟﺮﻟﯥ‪ .‬اﺳﻮﻧﻪ او ګﺎډي ﺧﻮ ﻳﯥ ﺑﻴﺨﻲ ﻧﻪ ﻟﺮل‪ .‬ﭘﻪ دﯼ ﺣﺎل ﮐﯥ دا څﺮګﻨﺪﻩ وﻩ ﭼﯥ ﭘﺎڅﻮن ﺑﻪ ﮐﻴږي‬
‫ﭼﯥ درې ﻣﻬﻢ ﻻﻣﻠﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﻟﺮل‪ .‬ﻟﻮﻣړﯼ ﺧﺒﺮﻩ دا وﻩ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﮐﯥ د ارګﺎﻳﻴﻞ ارل ﭼﯥ د ﺑﺎﭼﺎ د ﺳﮑﺎټﻠﻴﻨډ‬
‫ﭘﻪ اړﻩ د ﺗګﻼرﯼ ﺳﺨﺖ ﻣﺨﺎﻟﻒ و او د ﻣﺮګ د ﺳﺰا ﻧﻪ ﺗښﺘﻴﺪﻟﯽ وﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﭘﻴﺴﯥ‪ ،‬وﺳﻠﯥ او ﺳړي ﺗﺮﻻﺳﻪ‬
‫ﮐړي وو‪ .‬او ﻣﻮﻧﻤﻮت ﺗﻪ دا ښﻪ وﺧﺖ وو ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﭘﻪ دوو ډګﺮو ﮐﯥ ښﮑﻴﻞ ﮐړي‪ .‬دوﻳﻢ ﻻﻣﻞ ﻳﯥ د ﻣﻮﻧﻤﻮت‬
‫ﺳﺮﻩ د ﻧﻮرو ښﻮ وﺧﺘﻮﻧﻮ ﮐﻤښﺖ و‪ .‬د هﻐﻪ د ﺧﭙﻞ ﺗﺮﻩ ﺳﺮﻩ ﺷﻠﻴﺪﻟﯥ اړﻳﮑﯥ اوس د ګﻨډﻟﻮ د ﮐﻮرﻩ وﺗﻠﯥ وې‪.‬‬
‫ﮐﻠﻪ ﭼﯥ هﻐﻪ ﺗﺮﻩ ﺗﻪ ﻧﻴږدﯼ و ﻧﻮ ﻳﻮ اړخ ﺗﻪ ﻳﯥ د ﺗﺎج د وراﺛﺖ څﺨﻪ د ﮐﻴﺘﻬﻮﻟﮑﺎﻧﻮ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯥ ﮐﻮوﻧﮑﻮ‬
‫هڅﯥ ﺑﻼرﺑﻮﻟﯥ او ﺑﻞ اړخ ﺗﻪ ﻳﯥ د ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻴﻔټﺒﺮي ﭘﻪ ﻻرښﻮوﻧﻪ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪ ډول ﺷﺎهﻲ ﺧﻮﻳﻮﻧﻪ او ﮐﺎروﻧﻪ‬
‫ﮐﻮل‪ .‬او ﺑﺎﭼﺎ ﺟﻴﻤﺰ هﻢ ﺧﭙﻞ زوم د ﻧﺎرﻧﺞ ﺷﻬﺰادﻩ ﺗﻪ ﭘﻪ وهګﻴﺎﻧﻮ ‪ ،‬د هﻐﻮي ﭘﻪ ﺟﻼوﻃﻨﻮ ﻣﺸﺮاﻧﻮ او ﭘﻪ‬
‫ﻣﻮﻧﻤﻮت ﺑﺎﻧﺪﯼ د ﻧﻈﺮ ﺳﺎﺗﻠﻮ اﻣﺮ ﮐړﯼ و‪.‬ﺳﺮﻩ ﻟﻪ دﯼ ﭼﯥ ﮐﻠﻪ ﻣﻮﻧﻤﻮت ﭘﻪ ﺷﺎهﻲ ﭘﻮځ ﮐﯥ ﺗﻮرن ﺟﻨﺮل و‬
‫او ﭘﻪ ‪ ١۶٧٩‬ﮐﯥ د ﺑﻐﺎوت ﻳﻮﻩ ﺗﻨﺪﻩ څﭙﻪ ﻳﯥ ﻏﻠﯽ ﮐړﯼ وﻩ ﺧﻮ اروﭘﺎي ﺷﻬﺰادﻩ ورﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﺎﺑﺎش ورﮐړﯼ و او‬
‫ﻧﻪ ﮐﻮﻣﻪ ﺑﻠﻪ دﻧﺪﻩ‪ .‬او د ﭘﺎئ ﻻﻣﻞ دا و ﭼﯥ ﻣﻮﻧﻤﻮت ﺗﻪ ﺧﻠﮑﻮ ډﻳﺮ درﻧﺎوﯼ ورﮐړﻟﻮ او هﻐﻪ ﻧﻪ ﺷﻮ ﮐﻮﻟﯽ ﭼﯥ‬
‫ارګﺎﻳﻞ ورﻧﻪ ﻣﺨﮑﯥ ﺷﻲ او دﯼ ﭘﻪ ډاګﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻲ‪.‬‬
‫د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﻣﺎﺷﻮﻣﻮاﻟﯽ ﭘﻪ ډﻳﺮو ﺳﺨﺘﻮ ﮐﯥ ﺗﻴﺮ ﺷﻮﯼ و‪.‬ځﮑﻪ ﭼﯥ ﻣﻮر ﻳﯥ ﻳﺎرﺑﺎﺷڼﻪ وﻩ او دﯼ ﺑﻪ ورﺳﺮﻩ د‬
‫ﻳﻮ ﻳﺎر د ﮐﻮرﻩ د هﻐﯥ د ﺑﻞ ﻳﺎر ﮐﻮرﺗﻪ ﺑﺪﻟﻴﺪﻟﻮځﮑﻪ ﭼﯥ ﭼﺎرﻟﺲ د هﻐﻪ ﻣﻮر ﭘﻪ ‪ ١۶۵٠‬ﮐﯥ ﺧﻮﺷﯽ ﮐړﯼ وﻩ‪.‬‬
‫هﻐﻪ ﭘﻪ ‪ ١۶۵٠‬م ﮐﯥ د ﺗښﺘﻮﻧﯽ د ﻳﻮﯼ هڅﯽ څﺨﻪ هﻢ ژﻏﻮرﻟﯽ ﺷﻮﯼ و ﭼﯥ ﻓﮑﺮ ﮐﻴﺪﻟﻮ ﭼﯥ د ﮐﺎﻣﻦ وﻳﻠﺖ د‬
‫ﺧﻮا ﺷﻮﯼ وﻩ‪ .‬ﭘﻪ ‪ ١۶۵٨‬م د ﭼﺎرﻟﺲ دوﻳﻢ ﻳﻮ ﺟﺎﺳﻮس هﻐﻪ د ﻣﻮر ﻧﻪ ﺧﭙﻞ ﻻس ﺗﻪ ﮐړﯼ و او ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ دﯼ‬
‫ﭼﯥ هﻐﻪ ﭘﻪ ‪ ١۶۶٢‬ﮐﯥ د ﺑﺎﭼﺎ ﺳﺮﻩ درﺑﺎر ﺗﻪ ﺗﻠﻠﻮ ﺧﻮ ﺑﯥ ﺳﻮادﻩ او ﺑﯥ ﺧﺼﻠﺘﻪ ﻣﺎﻟﻮﻣﻴﺪﻟﻮ او ﭘﻪ ﻟﻴﮏ ﻟﻮﺳﺖ‬
‫ﮐﯥ ﺑﻴﺨﻲ ﭘﺎﭘﻠﯽ و‪ .‬هﻐﻪ ډﻳﺮ ﺣﺴﺎس هﻢ و او د ﺧﭙﻞ او ﺧﭙﻠﯽ ﮐﻮرﻧۍ د ﻧﻮم ﺳﭙﮑﺎوي هﻢ ﺧښﻤﻮﻟﯽ و‪ .‬ځﻴﻨﯥ‬
‫د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻏړو ﺑﻪ هﻐﻪ د دﻟﻪ او دوس ﭘﻪ ﻧﻮم ﻳﺎدوﻟﻮ او ﺧﻨﺪﻧﻲ ﺑﻪ ورﭘﻮرﯼ ﮐﻴﺪل‪ .‬ﻧﻮ هﻐﻪ ﺑﺎوري ﻧﻪ وو‬
‫ﭼﯥ هﻐﻪ د ﻳﻮ ﺑﯥ ﺧﻮﻧﺪﻩ او وﻳﺮﻳﺪوﻧﮑﯽ ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﺑﻞ څﻪ هﻢ ﺟﻮړﻳﺪﻟﯽ ﺷﻲ او هﻐﻪ ﭘﻪ هﻐﻪ ﺧﻠﮑﻮ ﺑﺎور ﮐﻮﻟﯥ‬
‫ﺷﻲ ﭼﯥ د ﻣﻼﺗړ ژﻣﻨﻪ ﻳﯥ ورﺳﺮﻩ ﮐړﯼ وﻩ‪ .‬او ښﺎﻏﻠﻲ ﻓﺮګﻮﺳﻦ هﻢ د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﮐﺴﺎﻧﻮ ﺗﻪ دروغ وﻳﻴﻠﻲ وو‬
‫ﭼﯥ ﮐﻪ ﻣﻮﻧﻤﻮت ﭘﻪ اﻧګﻠﺴﺘﺎن ورﺷﻲ ﻧﻮ ﺧﻠﮏ ﺑﻪ ورﺳﺮﻩ ﻣﻼﺗړ وﮐړي‪.‬‬

‫دﻏﻪ د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﭘﻮځﻲ ژوﻧﺪ ﮐﯥ ﭘﺮﻳﮑﻨﺪﻩ ګﻮزار و ﺧﻮ ﭘﻪ دﯼ ﺟﻮارۍ ﮐﯥ د ﺗﺨﺖ ﻳﺎ ﺗﺨﺘﻪ‬
‫ﮐﯧﺪﻟﻮ ﺗﺎداو د ﻧﻮرو ﺧﻠﮑﻮ ﭘﻪ ﻣټﻮ هﻢ وﻻړ و‪ .‬ﻟﻮﻣړﯼ ﺑﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﺳﮑﺎﺗﻠﻴﻨډ ﮐﯥ د ارګﺎﻳﻞ د ارل او ﭘﻪ ﺷﻤﺎﻟﻲ‬
‫اﻧګﻠﺴﺘﺎن ﮐﯥ د وهګﻴﺎﻧﻮ ﭘﺎڅﻮن دوﻣﺮﻩ ﻏښﺘﻠﯽ وﯼ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﺟﯧﻤﺰ ﻳﯥ دﯼ ﺧﺒﺮﯼ ﺗﻪ اړ ﺑﺎﺳﻠﯽ وﯼ ﭼﯥ‬
‫ﺧﭙﻞ ﭘﻮځ ﭘﻪ دوو ﺳﻨګﺮوﻧﻮ ووﻳﺸﻲ‪ .‬دوﻳﻤﻪ ﻣﻬﻤﻪ ﺧﺒﺮﻩ د ﻟﻨﺪن ﻧﻴﻮل و ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ د ﻧﻔﺮي او ﻣﺎﻟﻲ اړﺧﻪ‬
‫ﮐﻤﺰورﯼ ﮐړي‪.‬‬

‫درﻳﻤﻪ او د ﭘﺎﯼ ﺧﺒﺮﻩ د ﻣﻮﻧﻤﻮت د دﻟﻴﻞ زور و ﭼﯥ ﺑﺎﻳﺪ دوﻣﺮﻩ ښﻪ دﻟﻴﻞ وﯼ ﭼﯥ د هﻴﻮاد ﭘﻪ ﻟﻮﻳﺪﻳځ ﮐﯥ‬
‫ﺧﻠﮏ ځﺎن ﺗﻪ راﺟﻠﺐ ﮐړي او د ﺧﭙﻞ ﮐﺎﮐﺎ واﮎ وﻧﻨګﻮي‪ .‬د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﻟﻮﻣړي دوﻩ ﻻﻣﻠﻮﻧﻪ د ﺑﯥ ﺳﺎرﯼ‬
‫ﻧﺎﮐﺎﻣۍ ﺳﺮﻩ ﻣﺦ ﺷﻮل ﺧﻮ درﻳﻢ دﻟﻴﻞ ﻳﯥ ﺣﯧﺮاﻧﻮﻧﮑﯽ ﺑﺮﻳﺎ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﮐړﻟﻪ ‪.‬‬

‫ارګﺎﻳﻞ ﺳﺮﻩ د ﭘﻪ ښﻮ وﺳﻠﻮ ﺳﻤﺒﺎﻟﺘﻴﺎ او د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﭘﻪ ﭘﺮﺗﻠﻪ د ښﻮ ﻣﻨﻈﻤﻮ ځﻮاﮐﻮﻧﻮ او د ﻳﻮ داﺳﯽ اوﻟﺲ ﭘﻪ‬
‫ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﭼﯥ اوس اوس ﻳﯥ د ﺳټﻴﻮرټ د ﺑﺎدﺷﺎهۍ ﭘﺮ ﺿﺪ ټﻴﻨګﻪ ﻣﺒﺎرزﻩ ﮐړﯼ وﻩ د ﻳﻮﯼ ﺣﻴﺮاﻧﻮﻧﮑﯽ ﻣﺎﺗﯽ‬
‫ﺳﺮﻩ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮﻟﻮ‪ .‬د هﻐﻪ ځﻮاﮐﻮﻧﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻳﻠﻴﻦ ډﻳﻴﺮګ ﮐﯥ دﻳﺮﻩ وو د اﻧګﻠﻴﺴﻲ ﺳﻤﻨﺪري ځﻮاﮎ ﺗﺶ ﭘﻪ‬
‫ﻟﻴﺪﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺑﻤﺒﻠﻮ ﻟﮑﻮ وﺗښﺘﻴﺪل‪ .‬او د هﻐﻪ ټﻠګﺮي او ﻣﻠګﺮي ﭼﯥ د ﭘﻮﭘګﺮۍ‪ ،‬د واﮐﺪاراﻧﻮ د ﺟﺒﺮ او‬
‫زورواﮐۍ ﭘﻪ ﺿﺪ ﻳﯥ ﻣﻼ ﺗړﻟﯽ وﻩ د اﻧګﻠﻴﺴﻴﺎﻧﻮ ﻻﺳﻮ ﺗﻪ وﻟﻮﻳﻴﺪل‪ .‬ارګﺎﻳﻴﻞ ﭼﯥ د درﻳﻮ ﺗﻮﭘﺎﻧﭽﻮ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺑﺪﻟﻪ‬
‫ﺟﺎﻣﻪ ﮐﯥ ﺗښﺘﻴﺪﻟﻮ د ﻳﻮ دهﻮﺑﻲ ‪ /‬وﻳﻨځﮏ ﺟﺎن رﯦډل ﻟﻪ ﺧﻮا ﭘﻪ ‪ ١۴‬م ﺟﻮن وﻧﻴﻮل ﺷﻮﻟﻮ او ﭘﻪ ‪ ٣٠‬م ﺟﻮن‬
‫‪١۶٨۵‬م ﮐﺎل ﮐﯥ ﻳﯥ ﺳﺮ ﻟﻪ ﺗﻨﻪ ﺑﻴﻞ ﮐړل ﺷﻮ‪ .‬ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﻳﯥ ﺳﺮ ﻟﻪ څټﻪ ﺑﻴﻞ ﺷﻮ ﻧﻮ ﺗﻨﻪ ﻳﯥ ﭘﻮرﺗﻪ وﻻړﻩ ﺧﻮ د‬
‫وﻳﻨﯥ د ﺗﻴﺰۍ ﻟﻪ اﻣﻠﻪ ﺑﻴﺎ ښﮑﺘﻪ راﻏﻠﻪ‪.‬‬
‫د ﻳﻮ ځﺎﻳﯥ ﻧﺠﻮﻣﻲ د وړاﻧﺪ وﻳﻴﻨﯽ ﺗﺮﻣﺨﻪ ﭼﯥ د ﺑﺎﭼﺎ او ﻣﻮﻧﻤﻮت ﺗﺮﻣﻨځﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻳﺎرﮎ ﺷﺎﻳﺮ ﮐﯥ ﻳﻮﻩ‬
‫ﺧﻮﻧړئ او ﺷﻴﺒﺮﻩ ﻧښﺘﻪ ﺗﺮﺳﺮﻩ ﮐﻴږي او ﺗﺎج ﺑﻪ د ﺑﺎﭼﺎ د ﺳﺮﻩ ﻟﻮﻳږي ‪ ،‬ﭘﻪ ﺷﻤﺎل ﮐﯥ هﻴڅ اوﻧﻪ ﺷﻮل ‪ .‬ﭘﻪ‬
‫ﭘﻼزﻣﻴﻨﻪ ﮐﯥ هﻢ ﺧﻠﮏ ﺗﺎج ‪ ،‬ﺑﺎﭼﺎ او ﭘﻮﭘګﺮۍ ﺗﻪ وﻓﺎدار ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮل‪ .‬اﻟﺒﺘﻪ ﭘﻪ ﻟﻮﻳﺪﻳځ ﮐﯥ او ﭘﻪ ځﺎﻧګړﯼ ﺗﻮګﻪ‬
‫ﭘﻪ ﺳﻤﺮﺳټ ﮐﯥ ﭘﻪ زرګﻮﻧﻮ ﺧﻠﮑﻮ د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﭘﻪ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﮐﯥ د ﺳﺮوﻧﻮ او ﻣﺎﻟﻮﻧﻮ ﻗﺮﺑﺎﻧﻮﻟﻮ ژﻣﻨﻪ وﮐړﻟﻪ‪ .‬د‬
‫درﻳﻮ او څﻠﻮرو زرو ﭘﻪ ﺷﺎ و ﺧﻮا ﮐﯥ ﺧﻠﮑﻮ ﭘﻪ ﭘﺎڅﻮن ﮐﯥ ﺑﺮﺧﻪ واﺧﻴﺴﺘﻠﻪ‪ .‬د ﻣﻮﻧﻤﻮت هﻐﻪ ټﺎﮐﻨﻪ ﭼﯥ د‬
‫ﻻﻳﻢ رﻳګﺲ ﺳﻴﻤﻪ ﺑﻪ د هﻐﻪ ﺑﺸﭙړﻩ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ او ﺗﻮد هﺮﮐﻠﯽ وﮐړي ﺑﻴﺨﻲ ﺳﻢ او رﻳښﺘﻴﺎ ﺑﺎور و‪ .‬ځﻴﻨﯥ ﺗﺎرﻳﺦ‬
‫ﭘﻮهﺎن ﭘﻪ دﯼ ﺑﺎور دي ﭼﯥ د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﻣﻠګﺮي اﮐﺜﺮﻩ هﻐﻪ ﺑﺰګﺮ او ﮐﺮوﻧﺪ ګﺮ وو ﭼﯥ د ﭘﺨﻮاﻧۍ اوﻟﺴﻮاﮐﻪ‬
‫ﺟﺮګۍ ﭘﻠﻮﻳﺎن وو‪ ،‬او د ﭘﻮﭘﻲ ﻟﻮټﻤﺎراﻧﻮ د ﻻﻧﺪﯼ د ژوﻧﺪ ﺗﻴﺮوﻟﻮد ﺧﻴﺎل څﺨﻪ هﻢ وﻳﺮﻳﺪل‪.‬‬

‫دا ﺧﻮ هﺮ ﭼﺎ ﺗﻪ ﺳﭙﻴﻨﻪ وﻩ ﭼﯥ د ﺳﻤﺮﺳټ د ﺳﻴﻤﯥ ﺧﻠﮑﻮ د دﻳﻦ د ﺟﻎ څﺨﻪ ﺧﭙﻞ څټﻮﻧﻪ اﻳﺴﺘﻠﻲ وو او ﭘﻪ‬
‫‪ ١۶۶٩‬م ﮐﺎل ﺑﻪ ﻳﻮوﻟﺲ زرﻩ ﮐﺴﺎن د ازاد ﻓﮑﺮاﻧﻮ ﻏﻮﻧډو ﺗﻪ ﺗﻠﻞ‪ .‬د وګړﻳﺰو ﺟګړو ﭘﻪ اوږدو ﮐﯥ د‬
‫ﺳﻤﺮﺳټ ﺧﻠﮏ ﺳﻢ د ﻻﺳﻪ راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮل ﭼﯥ د ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﺳﺎﺗﻨﻪ وﮐړي‪ .‬د ‪ ١۶۶٠‬م څﺨﻪ ﺗﺮ ‪ ١۶٧٠‬ﻣﻮ‬
‫ﮐﻠﻮﻧﻮ ﭘﻮرې د ښﮑﻨځﻪ ﭘﻪ ﺗﻮر د ﻣﺤﮑﻮﻣﻮﻟﻮ ﺑﻴﻠګﻮ د ﺧﻠﮑﻮ ﭘﻪ زړوﻧﻮ ﮐﯥ د ټﻮﻟﻮاﮐﺎﻧﻮ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ راﭘﺎروﻟﯽ‬
‫وﻩ‪ .‬د هﻴﭻ ﺑﻴﭽﻢ ﺳﻴﻤﯽ ﻳﻮ ﻣﺰدور ﭼﯥ ﺟﺎن ډﻳﭽﯧﺰ ﻧﻮﻣﻴﺪﻟﻮ ﭘﻪ ﻳﻮ ﮐﺲ ﭘﻪ دﯼ ﺑﺮﻳﺪ ﮐړﯼ وو ﭼﯥ د ﭘﺎﭼﺎ‬
‫ﺳﺘﺎﻳﻴﻨﻪ ﻳﯥ ﮐﻮﻟﻪ‪ ،‬ﭘﻪ ﺷﺎهﻲ ﭘﻮځ ﮐﯥ و او د ازاد اﻧﺪو ﭘﺮ ﺧﻼف ﻳﯥ ﺧﺒﺮې ﮐﻮﻟﯽ‪ .‬او ﺳﺮﺑﯧﺮﻩ ﭘﺮ دﯼ ﭘﻪ دﻏﻪ‬
‫ﺳﻴﻤﻪ ﮐﯥ د ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﯥ ځﻴﻨﯥ ﻣﺨﮑښﺎن هﻢ اوﺳﯧﺪل ﻟﮑﻪ د ﺑﻴﻠګﯽ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ د ﺷﻴﻔټﺒﺮي ارل‪ ،‬ﺗﻬﺎﻣﺲ ﺗﺎﻳﻦ‪،‬‬
‫اﻳډﻣﻨډ ﭘﺮﻳډاﮐﺲ‪ ،‬او ځﻴﻨﯥ د ﺑﯥ ﺑﺮﺧﯽ ﮐﻮﻟﻮ ﭘﻠﻮﻳﺎن ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎﻧﻲ ﻏړي‪ .‬د دﻏﻪ ﺧﻠﮑﻮ د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﺳﺮﻩ ﭘﻠﻮي‬
‫دواﻣﺪارﻩ وﻩ‪ .‬ځﮑﻪ ﭼﯥ هﻐﻪ ﻳﻮ ﭘﺮوټﺴټﻨټﻲ ﺷﻬﺰادﻩ و‪ .‬ﺑﻠﻪ د ﺧﻮﻧﺪ ﺧﺒﺮﻩ دا وﻩ ﭼﯥ د رﺧﺖ ﺳﻮداګﺮو هﻢ د‬
‫ﻣﻮﻧﻤﻮت ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﮐﻮﻟﻪ ځﮑﻪ ﭼﯥ د ګډوډۍ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ ﻳﯥ دﻧﺪﻩ ﺧﺮاﺑﻪ ﺷﻮﯼ وﻩ‪ .‬د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﺳﺮﻩ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ د‬
‫ټﻮﻟﻮاﮐﺎﻧﻮ او ﭘﺮوټﺴټﻨټﺎﻧﻮ ﻧﻪ هﻢ اﺧﻮا ﺗﻪ ﻏﺰﯦﺪﻟﯽ وﻩ‪ .‬د هﻐﻪ ﻏﻮښﺘﻨﻪ اﻳﮑﻲ ﻳﻮﻩ وﻩ او هﻐﻪ د ﻳﻮ ﺧﭙﻠﻮاﮐﻪ‬
‫ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ګټﻞ و ځﮑﻪ ﺧﻠﮑﻮ د هﻐﻪ ﻣﻼﺗړ ﮐﻮﻟﻮ‪.‬‬

‫داﺳﯽ هﻴﻠﯥ ﻧﻪ ﮐﯧﺪﻟﯥ ﭼﯥ ګﻨﻲ ﻣﻮﻧﻤﻮت ﺑﻪ دوﻣﺮﻩ ډﻳﺮ اوﻟﺴﻲ ﻣﻼﺗړ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐړي‪ .‬او ﻣﻮﻧﻤﻮت هﻢ د ﺗﺎج‬
‫او ﺗﺨﺖ ﻧﻴﻮﻟﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪﻩ ﺗﻮګﻪ ﻧﻪ ﮐﻮﻟﻪ‪ .‬هﻐﻪ ﻳﻮازﯼ د ﻳﻮ ﺧﭙﻠﻮاﮐﻪ ﭘﺎرﻟﻴﻤﺎن ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﮐﻮﻟﻪ ﻟﮑﻪ ﭼﯥ‬
‫وروﺳﺘﻮ ﺑﻴﺎ ﻧﺎرﻧﺠﻲ ﺷﻬﺰادﻩ هﻢ ﮐﻮﻟﻪ‪ .‬د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﺧﻠﮑﻮ ﺗﻪ ﺧﻮاﺳﺖ ﮐﻮل او د ﺧﭙﻞ ځﺎن د اوﻟﺲ د ﻳﻮ‬
‫ﺧﻮاﺧﻮږي ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ وړاﻧﺪﯼ ﮐﻮل هﻐﻪ ﻻﻣﻠﻮﻧﻪ وو ﭼﯥ ﭘﺮﻳﻤﺎﻧﻪ اوﻟﺴﻲ ﻣﻼﺗړ ﻳﯥ راﺟﻠﺐ ﮐړﯼ و‪.‬‬

‫ځﻴﻨﯥ داﺳﯽ ګﻨګﻮﺳﻮ هﻢ د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﻣﻼﺗړ ﮐﻮﻟﻮ او دﻏﻪ ګﻨګﻮﺳﯽ هﻐﻪ وﺧﺖ ﻻ زﻳﺎﺗﯥ ﺷﻮﻟﯥ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ‬
‫ﺟﺎرﻟﺲ دوﻳﻢ ﻣړ ﺷﻮﻟﻮ‪ .‬ﭘﻪ ﭼﺎرﻟﺲ ﻟﻮﻣړﯼ او د هﻐﻪ ﭘﻪ ﭘﻼر ﺟﻴﻤﺰ ﻟﻮﻣړﯼ دا ﺗﻮروﻧﻪ ﻟګﻴﺪل ﭼﯥ ﺟﻴﻤﺰ‬
‫ﻟﻮﻣړي ﺧﭙﻞ ورور وژﻟﯽ دﯼ‪ .‬ﭘﻪ ‪ ١۶٨۵‬م ﮐﺎل ﮐﯥ ﺧﻮ ځﻴﻨﯥ داﺳﯽ ﻟﻴﮑﻨﯥ هﻢ وﻣﻮﻧﺪﻟﯥ ﺷﻮﻟﯥ ﭼﯥ ﺟﯧﻤﺰ‬
‫ﭘﮑﯥ ﭘﻪ ﭘﻮﭘﻲ دﺳﻴﺴﻪ ﮐﮑړ ﮐړﯼ ﺷﻮﯼ و‪ .‬او دا ګﻮﺗﯥ ورﺗﻪ هﻢ ﻧﻴﻮل ﮐﯧﺪﻟﯥ ﭼﯥ د ﻟﻨﺪن ﻏټ اور او د‬
‫ګﺎډﻓﺮي وژﻧﻪ ﮐﯥ هﻢ دﯼ ﺑﺮﺧﻪ ﻟﺮي‪ .‬او ﺑﻠﻪ دا ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ورور ﺟﻴﻤﺰ ﺗﻪ ﻳﯥ زهﺮ ورﮐړي وو ﭼﯥ ﺗﺎج‬
‫ﺗﺮﻳﻨﻪ ﺧﭙﻞ ﻻس ﺗﻪ ﮐړي‪ .‬د واﻟﺘﻬﻢ ﻧﻮﻣﯥ ﺳﻴﻤﯥ ﻳﻮﯼ ﺷﭙﺎړس ﮐﻠﻨﯽ ﺟﻴﻨﯽ ﺁﻏﻠﯽ ﻣﻴﺮي ﮐﻴﻤﭗ ﭘﻪ ﭼﺎرﻟﺲ‬
‫دوﻳﻢ ﺗﻮر وﻟګﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ورور ﺑﻪ ﻳﯥ وﻳﺮوﻟﻮ او دا ﭼﯥ هﻐﻪ ﻳﯥ وژﻟﯽ هﻢ دﯼ‪ .‬ځﺎﻳﻲ ﭼﺎرواﮐﻮ دا ﺟﻴﻨﯽ‬
‫ﭘﻪ ډﻳﺮ ﻧﺎروﻏﻪ ﺣﺎﻟﺖ ﮐﯥ وﻧﻴﻮﻟﻪ‪ .‬زﻣﺎﻧﺖ ﮐﻮﻧﮑﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻪ وﮐړﻩ ﭼﯥ ﮐﻪ ﭼﻴﺮﯼ دا ﺟﻴﻨﯽ ﺧﻮﺷﯽ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻧﻮ ﭘﻪ‬
‫زﻧﺪان ﮐﯥ ﺑﻪ ﻣړﻩ ﺷﻲ‪.‬‬

‫د ﺑﺎﭼﺎ ﭘﺮ ﺿﺪ ﭘﻪ ﮐﺮﮐﻪ ﮐﮑړې ﺧﺒﺮې ﺧﻮ ﭘﻪ ‪ ١۶٨۴-۵‬م ﮐﯥ ﭘﻴﻞ ﺷﻮې او ﺑﻴﺨﻲ ډﻳﺮې ﺷﻮﯼ وﯼ‪ .‬درﯼ‬
‫اوﻳﺎ داﺳﯥ ﺗﻮروﻧﻪ هﻢ ورﺑﺎﻧﺪﯼ ﻟګﻮل ﺷﻮﯼ و ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﻼص ﻣټ ﻳﯥ دﯼ د ﺑﻐﺎوت ګړﻧګ ﺗﻪ ټﻴﻠﻪ ﮐﻮﻟﯽ‬
‫ﺷﻮ‪ .‬ﺳﺮﻩ ﻟﻪ دﯼ ﭼﯥ هﻐﻪ ﺳﻢ دم ﺟﺎﻳﺰ ﺑﺎﭼﺎ و ﺧﻮ د هﻐﻪ ﭘﻪ ﺑﺎﭼﺎهۍ ﺧﻠﮑﻮ ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﭘﻮرﺗﻪ ﮐﻮﻟﯽ او ﻧﻴﻮﮐﯥ‬
‫ﻳﯥ ورﺑﺎﻧﺪﯼ ﮐﻮﻟﯽ‪ .‬ﺑﺎﭼﺎ ﺧﻠﮑﻮ د اړﭘﮏ او ﺣﺮاﻣﻲ ﭘﻪ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ﻳﺎدوﻟﻮ‪ .‬د هﻐﻪ ﮐﯧﺘﻬﻮﻟﮑﻲ ﺑﺎور د هﻐﻪ د دﻧﺪﯼ‬
‫څﺨﻪ د ﻟﻴﺮﯼ ﮐﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎرﻩ د ﻳﻮ ﻏښﺘﻠﻲ دﻟﻴﻞ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ وړاﻧﺪﯼ ﮐﻴﺪﻟﻮ‪ .‬د ﺳﻴﻔﻮرډﺷﺎﻳﺮ ﻳﻮ ﻣﻼ ﺳﻴﺪګﻠﻲ ووﻳﻴﻞ ﭼﯥ‬
‫ﻣﻮږ دﯼ ﺗﻪ ﻧﻪ ﻳﻮ ﺗﻴﺎر ﭼﯥ ﻳﻮ ﭘﻮپ ﭘﻠﻮﻩ ﺑﺎﭼﺎ دﯼ ﭘﻪ ﻣﻮﻧږﻩ واﮐﻤﻨﻲ وﻟﺮي‪ .‬د ﺑﮑﻨګﻬﻢ ﺷﺎﻳﺮ ښﺎﻏﻠﯽ اﻳډورډ‬
‫ﺳﻮاﻧﻴﻞ ﻳﻮازﯼ ﭘﻪ دﯼ ﺧﺒﺮﻩ اداﻟﺖ ﻣﺤﺎﮐﻤﻪ ﮐړﻟﻮ ﭼﯥ وﻳﻴﻠﻲ ﻳﯥ و ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ ﺗﺮ هﻐﻪ وﺧﺘﻪ ﭘﻮرﯼ د ﻣﻨﻠﻮ وړ‬
‫ﻧﻪ دﯼ ﭼﯥ ﺗﺮ څﻮ ﭘﻪ رﺳﻤﻲ ﺗﻮګﻪ ﺗﺎج ﭘﻪ ﺳﺮ ﻧﻪ ﮐړي‪ .‬ﺧﻮ ﺑﻞ اړخ ﺗﻪ دا ﺧﺒﺮﻩ هﻢ ښﻪ ﺟﻮﺗﻪ وﻩ ﭼﯥ ﺑﺎﭼﺎ د‬
‫ﻣﻮﻧﻤﻮت ﻣﻮر ﺳﺮﻩ وادﻩ ﮐړﯼ و‪ .‬او د وادﻩ ﻟﻴﮑﻠﯽ ﺳﻨﺪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺗﻮر ﺻﻮﻧﺪق ﮐﯥ ښﻪ ﭘټ او ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻠﯽ و‪.‬‬
‫د ﻣﻮﻧﻤﻮت د ﻧﺎﻣﺘﻮ واﻟﻲ ﻏږوﻧﻪ د ﺑﺮﺗﺎﻧﻮي ټﺎﭘﻮګﺎﻧﻪ څﺨﻪ ﺑﻬﺮ رﺳﻴﺪﻟﻲ وو او د هﻨﺪ او اﻣﺮﻳﮑﻪ ﺑﺮﺗﺎﻧﻮي‬
‫ﻣﺮﻳﺎﻧﻮ هﻢ هﻐﻪ ﺗﻪ دﻋﺎګﺎﻧﯥ ﮐﻮﻟﯽ او هﻐﻪ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﺑﺎﭼﺎ ګڼﻠﻮ‪ .‬ﭘﻪ ﺑﺮﻣﻮدﻩ ﻧﻮﻣﯽ ﺳﻴﻤﻪ ﮐﯥ هﻢ ﻳﻮ ﭘﺎڅﻮن‬
‫ﺗﺮﺳﺮﻩ ﺷﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﻣﻮﻧﻤﻮت ﻳﯥ ﺧﭙﻞ اﺻﻠﻲ ﺑﺎﭼﺎ ﻣﻨﻠﻮ او دا ﻳﯥ وﻳﻴﻞ ﭼﯥ هﻐﻪ ﭘﻮپ ﭘﻠﻮﻩ ﻧﻪ دﯼ‪.‬‬

‫د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﭘﻪ ﺟﻮړوﻟﻮ او د راﺗﻠﻮﻧﮑﻲ وﺧﺖ د واﮐﻤﻦ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ د هﻐﻪ ﭘﻪ وړاﻧﺪﯼ ﮐﻮﻟﻮ ﮐﯥ د هﻐﻪ د ﭘﺎﻟﻮﻧﮑﻲ‬
‫د ﺷﻴﻔټﺒﺮي د ارل ﻟﻮﻳﻪ وﻧډﻩ وﻩ ﭘﻪ ‪ ١۶٨٠‬ﻣﻮ ﮐﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺷﻴﻔټﺒﺮي د هﻴﻮاد ﭘﻪ ﻟﻮﻳﺪﻳځﻮ او ﺷﻤﺎل‬
‫ﻟﻮﻳﺪﻳځﻮ ﺳﻴﻤﻮ ﮐﯥ ګﺮځﻴﺪﻟﻮ ﻧﻮ اوﻟﺲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ د ﻣﻮﻧﻤﻮت ﺳﺘﺎﻳﻴﻨﯥ ﮐﻮﻟﯥ او د ﭘﻴﺶ ﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ورﺗﻪ ﭘﺸﻢ‬
‫ﺧﺎن ﺟﻮړوﻟﻮ‪ .‬ﭘﻪ ﻣﻮﻧﻤﻮت ﮐﯥ هﻢ داﺳﯽ ﺧﺒﺮې وې او ﺷﺨﺼﻴﺖ ﻳﯥ هﻢ ﻟﺮﻟﻮ ﭼﯥ د ﻳﻮ واﮐﻤﻦ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ‬
‫وړاﻧﺪﯼ ﺷﻲ‪.‬‬

‫ﭘﻪ هﻐﻪ ﮐﯥ د ﻳﻮ ﻣﺴﮑﻴﻦ ﻣﻼټﺎري ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ د وړاﻧﺪﯼ ﮐﻮﻟﻮ ﻧښﯥ ﻧښﺎﻧﯥ ﻧﻪ وﯼ ﺑﻠﮑﻪ ﭘﻪ هﻐﻪ ﮐﯥ د ﻳﻮ ﻧﺎﻣﺘﻮ‬
‫هﻴﻮاد ﭘﺎل ﻧښﯥ ډﻳﺮې څﺮګﻨﺪﯼ وﯼ‪ .‬ﺧﻮ هﻐﻪ ﺧﭙﻞ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺧﻮﻳﻮﻧﻪ اوس هﻢ ﻟﺮل او ﺧﭙﻞ ﭘﻼر هﻮﻣﺮﻩ رﻧډې‬
‫ﻳﯥ ﻟﺮﻟﯥ‪ .‬او د ﺧﭙﻞ ﭘﻼر هﻮﻣﺮﻩ ﺣﺮاﻣﻴﺎن ﻳﯥ زﯦږوﻟﻲ وو‪ .‬ﭘﻪ ﻧﺸﻮ‪ ،‬ﺗﻤﺎﺷﻮ‪ ،‬ﺟﺎﻣﻮ او ﭘﯧﺰار ﺑﻪ ﻳﯥ هﻢ ﭘﻪ‬
‫ﺧﻼص ﻣټ ﭘﻴﺴﯥ اﻟﻮزﻟﯥ‪ .‬ﻣﻮﻧﻤﻮت ﺗﻪ ﭘﻪ ‪ ١۶٧١‬م ﮐﺎل ﮐﯥ د ﻳﻮ ﺳړي ﻣﺮګ هﻢ ﺑﺨښﻠﯽ ﺷﻮﯼ و‪.‬‬
‫ﭼﯥ د ﻧﺸﯽ ﭘﻪ ﺣﺎﻟﺖ ﮐﯥ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ﺟګړﻩ ﮐﯥ وژﻟﯽ ﺷﻮﯼ و‪ .‬ان هﻐﻪ وﺧﺖ هﻢ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ هﻔﻪ ﺧﭙﻞ اﻧﺠﺎم ﺗﻪ‬
‫رﺳﻴﺪﻟﻮ ﻣﻮﻧﻤﻮت هﻐﻪ ښځﯽ ﺳﺮﻩ ﺧﭙﻞ اړﻳﮑﯽ ﺳﭙﻴﻦ او ﺟﺎﻳﺰ ﺑﻠﻞ ﮐﻮﻣﻪ ښځﻪ ﭼﯥ د ﺑﻞ ﭼﺎ ﺳﺮﻩ وادﻩ ﺷﻮﯼ‬
‫وﻩ‪ .‬هﻐﻪ ﭘﻮﭘګﺮ ﻧﻪ و ﺧﻮ دوﻣﺮﻩ ﭘﺮوټﺴټﻨټ هﻢ ﻧﻪ و‪ .‬ﺧﻮ ﺗﺮ دﯼ ډﻳﺮﻩ هﻐﻪ د ﭘﻮﭘګﺮئ څﺨﻪ ﮐﺮﮐﻪ ﮐﻮﻟﻪ‪ .‬د‬
‫هﻐﻪ ژﺑﻪ ﭘﺴﺘﻪ او ﺧﻮږﻩ وﻩ او د ﻏﺮﻳﺒﺎﻧﻮ او ﺑﯥ وزﻟﻪ ﺧﻠﮑﻮ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻣﻴﻨﻪ ﮐﻮﻟﻪ او د هﻐﻮي ﭘﺎم ﺑﻪ ﻳﯥ‬
‫ﺳﺎﺗﻠﻮ‪ .‬ﭘﻪ ډﻳﺮﻩ ﺳﺎدﻩ ژﺑﻪ ﺑﻪ ږﻏﻴﺪﻟﻮ‪ .‬ﭘﻪ هﻐﻪ وﺧﺖ ﮐﯥ ﺑﻪ ﮐﺴﺒګﺮو او ﺧﻮارو ﺧﻠﮑﻮد ﺷﺘﻤﻨﻮ او ﭼﺎرواﮐﻮ ﭘﻪ‬
‫وړاﻧﺪﯼ ﺧﻮﻟﯽ ﻳﺎ ټﻮﭘﯽ ﻧﻪ ﺷﻮﻩ ﭘﻪ ﺳﺮ ﮐﻮﻟﯽ ﺧﻮ ﻣﻮﻧﻤﻮت ﭼﯥ ﭘﻪ ‪ ١۶٨٣‬م ﮐﺎل ﮐﯥ ﺟﻨﻮب ﻟﻮﻳﺪﻳځ ﺗﻪ وﻻړﻟﻮ‬
‫ﻧﻮ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮﻟﯽ ﻳﯥ ﻳﻮ ﮐﺴﺒګﺮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﺮ ﮐړﻟﻪ‪.‬‬

‫ﻻﻳﻢ ﻧﻮﻣﯥ ښﺎر ﭘﻪ راﺗګ د ﻣﻮﻧﻤﻮت ډﻳﺮ ﺗﻮد هﺮﮐﻠﯽ وﺷﻮﻟﻮ او ﺧﻠﮑﻮ د ډﻳﺮﯼ ﻣﻴﻨﯽ ﻧﻪ د هﻐﻪ ﻻﺳﻮﻧﻪ‬
‫ښﮑﻠﻮل‪ ،‬او ژوﻧﺪﯼ دﯼ وي ﻣﻮﻧﻤﻮت ‪ ،‬ژوﻧﺪﯼ دﯼ وي ﻣﻮﻧﻤﻮت ﻧﺎرې ﻳﯥ وهﻠﯥ‪ .‬دﻏﻠﺘﻪ هﻐﻪ ﻳﻮ ﻣﻠﻲ اﺗﻞ او‬
‫ﺑﺎﭼﺎ ښﮑﺎرﻳﺪﻟﻮﭼﯥ د ﻏﺮﻳﺒﺎﻧﻮ ﺳﺎﺗﻨﻪ او ﭘﺎﻟﻨﻪ ﺑﻪ ﮐﻮي‪ .‬ځﻴﻨﯥ ﺧﻠﮏ د هﻐﻪ ﭘﻪ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﮐﯥ ﺗﺮ ﻟﻴﻮﻧﺘﻮﺑﻪ رﺳﻴﺪﻟﻲ‬
‫وو‪.‬‬

You might also like