You are on page 1of 4

‫‪ !

 ‬دعيسوي پيشوا ‪ ۲۲‬پوښتنی اود مسلمان يوازي يوه پوښتنه‬


‫‪ ‬ژباړه ‪ :‬عبدالرحمن فرقاني‬
‫‪ ‬نېټه ‪ :‬پينځه نۍ ‪ ،‬د ‪ ۱۳۸۸‬ملريز کال د کب ‪ - ۲۰‬مه‬
‫يوه عيسوي له خپل مسلمان ملګري څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې لده سره کليسا ته والړ شي ‪ ،‬او د دوی د‬
‫عيسوي پيشوا درس‪  ‬ته غوږ کيږدی ‪ ،‬او خپل نظر يې په هکله ورته په ګوته کړئ ‪ ،‬د دير اصرار نه وروسته‪R‬‬
‫مسلمان ورسره ومنله او د ده سره کليسا ته والړ‪ ،‬د درس په پيل کې عيسوي پيشوا وويل ‪ :‬په تاسو کې يو‬
‫محمدي ( مسلمان )هم شته دي ‪ ،‬مسلمان والړ شو او ور څخه يې وپوښتل چي تاسو څرنګه پوه شوی ‪ ،‬عيسوي‬
‫پيشوا ورته وويل ‪ :‬سيماههم في وجوههم نښي يې په مخونو کې دي ! مسلمان ورته تبسم وکړ ‪ ،‬عيسوي پيشوا‬
‫‪ :‬ورته وويل ‪ :‬زه ستا نه دوه ويشت پوښتنې لرم ‪ ،‬او دا زما پوښتنې دي‬

‫هغه يو څه شی دئ چي دويم نلري ؟‪۱-‬‬

‫ـ هغه دوه څه شی دي چې دريم نلري ؟‪۲‬‬

‫ـ هغه درې څه شی دي چې څلورم نلري ؟‪۳‬‬

‫ـ هغه څلور څه شی دي چي پينځم نلري ؟‪۴‬‬

‫ـ هغه پينځه څه شی دي چې شپږم نلري ؟‪۵‬‬

‫ـ هغه شپږ څه شی دي چې اووم نلري ؟‪۶‬‬

‫ـ هغه اووه څه شی دي چې اتم نلري ؟‪۷‬‬

‫ـ هغه اته څه شی دي چې نهم نلري ؟‪۸‬‬

‫ـ هغه نهه څه شی دي چې لسم نلري ؟‪۹‬‬

‫ـ هغه لس څه شي دي چې زياتيږی ؟‪۱۰‬‬

‫ـ هغه يولس څه شي دي چې دولسم نلري ؟‪۱۱‬‬

‫ـ هغه دولس څه شيان دي چې ديرلسم نلري ؟‪۱۲‬‬


‫ـ هغه ديرلس څه شيان‪ R‬دي چې څورلسم نلري ؟‪۱۳‬‬

‫ـ هغه څه شي دي چې نفس (سا ) اخلي خو روح نلري ؟ ‪۱۴‬‬

‫ـ هغه کوم قبر دي چې راتلونکي ته يې خوشحاله شوي دي ؟‪۱۵‬‬

‫ـ هغه څوک دي چې درواغ يې وويل او جنت ته ننوتل ؟ ‪۱۶‬‬

‫‪ ‬ـ هغه څه شي دي چې هللا خلق کړي دي او غندلي يې دي ؟ ‪۱۷‬‬

‫ـ هغه څه شی دي چې هللا تعالی‪ R‬پرته له پالر او مور څخه پيدا کړئ دی ؟ ‪۱۹‬ـ هغه مخلوق کوم دئ چې له اور ‪۱۸‬‬
‫څخه پيدا شوئ دئ ‪ ،‬او څوک په اور باندي هالک شوي دي ‪ ،‬او څوک له اور څخه ژغورل شوي دي ؟‬

‫ـ هغه څوک دي چې له تيږي نه پيدا شوي ‪ ،‬او په تيږه هالک شوي ‪ ،‬او د تيږي پذريعه ساتل شوي ؟‪۲۰‬‬

‫ـ هغه څه شی دي ‪،‬چې هللا پيدا کړي او عظمت يې ياد ورکړئ دی ؟ ‪۲۲‬ـ هغه کومه ونه ده ‪ ،‬چې دولس څانګې ‪۲۱‬‬
‫لرئ ‪ ،‬په هره څانګه کې يې ديرش پاڼې دي ‪ ،‬او په هره پاڼه کې يې پينځه ميوې دي ‪ ،‬درې يې په سيوره کې اودوي‬
‫يې په ملر کې ؟‬

‫‪ :‬نو مسلمان په ځان باندي له باور څخه ډک تبسم وکړ او دهللا تعالی په نامه يې پيل وکړ‬

‫‪ .‬ـ هللا تعالی‪ R‬هغه يو دئ چي دويم يې نشته‪۱‬‬

‫‪ ‬ـ او هغه دوه چې دريم نلري شپه او ورځ دي ‪ (.‬وجعلنا الليل والنهار آيتين )‪۲‬‬
‫ـ او هغه درئ چې څلورم نلري هغه د موسی عليه السالم عذرونه دي چې خضر عليه السالم ته وړاندي کړي ‪۳‬‬
‫‪ .‬دي ‪ ،‬په کښتۍ کې سوری کړل ‪ ،‬د هلک وژل ‪ ،‬او د ديوال جوړول‬

‫‪ .‬ـ او هغه څلور شيان چې پينځم نلری ‪،‬هغه قران کريم ‪ ،‬انجيل ‪ ،‬زبور او تورات دي‪۴‬‬

‫‪ .‬ـ او هغه پينځه شيان چې شپږم نلری ‪ ،‬هغه پينځه ملونځونه دي‪۵‬‬

‫‪ .‬ـ او هغه شپږ چې اوم نلری هغه‪ R‬سپږ ورځي دی چې هللا تعالی پکې آسمانونه پيدا کړی دي‪۶‬‬
‫‪ .‬ـ او هغه اووه چې آتهم نلری هغه اووه آسمانونه‪ R‬دی چې اتم نلری‪۷‬‬

‫يومئذ ثمانية )‪۸‬‬


‫ٍ‬ ‫ـ او هغه اته چې نهم نلری هغه د اللله تعالی د عرش پورته کونکی دي ‪( .‬ويحمل عرش ربك‬

‫ـ او هغه نه چې لسم نلری ‪ ،‬هغه دموسی عليه السالم معجزې دی ‪( ،‬العصا ‪ ،‬اليد ‪ ,‬الطوفان ‪ ,‬السنون ‪۹,‬‬
‫الضفادع ‪ ,‬الدم ‪ ,‬القمل ‪ ,‬الجراد ‪ ,‬شق البحر ) لکڼه ‪ ،‬الس ‪ ،‬توفان ‪ ،‬کالونه ‪ ،‬څنګښي ‪ ،‬وينه ‪ ،‬سپږي ‪،‬‬
‫‪ ، .‬مولخونه ‪ ،‬د سمندر څيرول‬

‫ـ او هغه لس چې زياتيږی هغه حسنات دی ‪( .‬من جاء بالحسنة فله عشرة أمثالها وهللا يضاعف األجر ملن يشاء )‪۱۰‬‬
‫څوک چې يوه حسنه راوړی ده لره د دې يوه حسنې په څير لس نوري حسنی دی ‪ ،‬هللا تعالی څو چنده کوی اجر‬
‫‪ .‬دهغه چا چې غوره يې وګڼي‬

‫‪ .‬ـ او هغه يوولس چې دولسم يې نشته ‪ ،‬هغه د يوسف عليه السالم وروڼه دی‪۱۱‬‬

‫ـ هغه دولس چې دير لسم نلری ‪ ،‬هغه‪ R‬د موسی عليه السالم معجزه ده ‪ ( ،‬وإذا استسقى موسى لقومه فقلنا‪۱۲‬‬
‫ً‬
‫اضرب بعصاك الحجر فانفجرت منه اثنا عشر عينا ) کله چې موسی عليه السالم د خپل قوم لپاره استسقا وکړه‬
‫‪ ، .‬نو مو ورته وويل ‪ :‬چې ووه په خپله لکڼه باندی تيږه له هغه‪ R‬تيږی څخه دولس چينی منفجری شوی‬

‫‪ .‬ـ او هغه ديرلس چې څورلسم نلری ‪ ،‬هغه ديوسف عليه السالم وروڼه او مور او پالر دي ‪۱۳‬‬

‫‪ .‬ـ او هغه څه چې تنفس کړی او روح نلری ‪ ،‬هغه سهار دی ‪۱۴‬‬

‫‪ .‬ـ او هغه قبر چې راتلونکی ته خوشحاله شوي ‪ ،‬هغه نهنګ دی چې يونس عليه السالم يې تير کړئ ؤ ‪۱۵‬‬

‫‪ .‬ـ او هغه کسان چې درواغ يې وويل او جنت ته ننوتل ‪ ،‬هغه‪ R‬د يوسف عليه السالم وروڼه دی‪۱۶‬‬

‫‪ .‬ـ هغه څه چې هللا تعالی خلق کړئ دی او ناوړه يې ګڼلی دي ‪ ،‬هغه د خره غږ دی ‪۱۷‬‬

‫او هغه‪ R‬چې پرته له مور او پالر څخه پيدا شوی دی ‪ ،‬هغه آدم عليه السالم ‪ ،‬او د نوح عليه السالم اوښه ‪۱۸ – ،‬‬
‫‪ .‬او د ذبحي پسه ‪ ،‬او ماليکې دي‬

‫ـ او هغه چې له اوره پيدا شوی ‪ ،‬هغه ابليس لعين دی ‪ ،‬او څوک چې په اور وژل شوی دی هغه ابو جهل دی ‪۱۹ ،‬‬
‫‪ .‬او څوک چې له اوره ژغورل شوی دی ‪ ،‬هغه‪ R‬ابراهيم عليه السالم دی‬

‫ـ او هغه چې له تيږي پيدا شوي دي ‪ ،‬هغه د صالح عليه السالم اوښه ده ‪ ،‬څوک چې په تيږو وژل شوی دی ‪۲۰ ،‬‬
‫‪ .‬هغه اصحاب الفيل دی ‪ ،‬او څوک چې د تيږی په ذريعه ساتل شوي دي ‪ ،‬هغه اصحاب الکهف دی‬

‫او هغه‪ R‬څه چې هللا تعالی‪ R‬پيدا کړي او عظمت يې ښولی ‪ ،‬هغه‪ R‬د ښځو کيد (مکر ) دی ( ان کيدهن عظيم )‪۲۱ – ،‬‬
‫‪ .‬يقينا چې د دوي مکر عظيم دی‬

‫ـ او ونه ‪ ،‬هغه کال دی چې دولس مياشتی لری ( غصنا ) او ديرش ورقي هغه ورځی دي چې په يوه مياشت کې ‪۲۲‬‬
‫وي ‪ ،‬او پينځه ميوی عبارت دی له پينځه ملونځونو څخه ‪ :‬دری يې په سيوره کې سهار ‪ ،‬ماښام ‪ ،‬ماسختن ‪ .‬او‬
‫‪ .‬دوه په ملر کې ماسپښين او مازديګر دی‬

‫دا دې مسلمان ځوابونه ؤ چې د عيسوي پيشوا او حاضرينو د تعجب وړ شول ‪ ،‬خوله عيسوي پيشوا نه مسلمان‬
‫يوازی يوه پوښتنه وکړه او هغه دا چې د جنت کلی څه شي کيدی شي ؟ عيسوی پيشوا ځواب ورنکړئ شوئ ‪،‬‬
‫خو دحاضرينود دير اصرار له امله يې بايد ځواب ويلی وی ‪ ،‬نو د امنيت غوښتنه يې وکړه ‪ ،‬ځکه چې ځواب يې‬
‫( أش ــهد أن ال إلـه إال هللا وأن م ــحمدا رسـ ــول هللا ) ؤ‪ ،‬نو عيسوي پيشوا او ورسره ټولو حاضرينو ايمان راوړ او‬
‫‪ .‬مسلمان شول ‪ ،‬وګوري په هللا تعالی باندی باور او اعتماد څومره لوی دی‬

You might also like