Professional Documents
Culture Documents
دښځې او خاوند تر منځ څنګه زياته مينه پيداکېږي
دښځې او خاوند تر منځ څنګه زياته مينه پيداکېږي
on March 3, 2012 8:02 am inبرگزيده هاي کنوني ,همسرداري /تبصره ندارد
او ښځه بايد کوښښ وکړي چې د خاوند خبره ومني ،کله چې خاوند ورته امر کوي ،بايد په ورين تندي يې
ومني او د خاوند په مقابل کې کوم عکس العمل ښکاره نه کړي ،ځکه چې هللا تعالى په ښځه باندې د
سړي قواميت بيانوي ،چې په حقيقت کې دې خبرې ته اشاره کوي چې ښځه بايد د خپل خاوند خبره
ما م َعلَى بَ ْع ٍ
ض َوبِ َ ل الل ّ ُه َب ْع َ
ض ُه ْ ما َف َّ
ض َ ال َق َّوا ُمونَ َعلَى النّ َ
ِساء بِ َ ج ُالرّ َ
ومني ،هللا تعالى په دې اړه فرماييِ ” :
ح ِفظَ الل ّ ُه” د النساء سورت ( )٣٤آيت. ما َب بِ َ حافِظَ ٌ
ات لِ ّ ْل َغ ْي ِ ات َقانِ َت ٌ
ات َ ح ُ ِن أَ ْم َوال ِِه ْ
م َفال َّ
ص ال ِ َ أَن َف ُقو ْا م ْ
ژباړه :سړي د ښځو سرپرستان دي ،په دې سبب چې هللا تعالى ځينو ته په ځينو نورو ته فضليت او
بهتري ورکړې ده او (دا سرپرستې او قواميت په دې وجه دى) چې دوى له خپلو مالونو څخه نفقه کوي ،نو
صالحې ښځې هغه دي چې خپلو خاوندانو ته تابع وي او د پټو شيانو ساتونکې وي په دې سبب چې هللا
بل دا چې ښځه او خاوند د يو بل پر عيبونو پرده واچوي او کوښښ ونکړي چې يو د بل عيبونه راوپلټي او
که د هر يو څخه کومه سهوه کېږي بايد بل لورى له بخشش او بښنې څخه کار واخلي ،د يو بل منفي
اړخونه ته توجه ونکړي او بايد مثبت اړخونه په پام کې ونيسي ،ځکه کله چې د يو بل منفي اړخونه وڅېړل
شي او يو پر بل باندې اعتراضونه زيات شي ،د دې باعث ګرځي چې د کورني ژوند د اړيکو مزي سست او
باالخره په شلېدو شي ،ځکه چې په هېچا کې داسې صفات نشي موجودېداى چې سل په سلو کې
مثبت وي ،خامخا څه منفي خويونه هم پکې موجود وي ،نو ښځه بايد د خاوند مثبتو اړخونو ته وګوري او
منفي اړخونو ته يې توجه ونکړي ،په خاصه توګه خاوند بايد د ښځې منفي اړخونو ته ونه ګوري ،بلکه تل
کوښښ وکړي چې مثبت اړخونه يې په نظر کې ونيسي ،ځکه کله چې يو سړى د همېشه لپاره د
ښځې منفي اړخونه څېړي او د هغو په مقابل کې عکس العمل ښي ،کېداى شي چې دغه کار د دوى
په منځ کې د اختالف او کشمکش سبب وګرځي ،رسول هللا صلى هللا عليه وسلم په دې اړه فرمايي :عن
صوا بِالنِّسا ِء خ ْيرا ،فإِنَّ الم ْرأَ َة«است ْو ُْ وسلَّم:
ه َ هللا َعلَ ْي ِ
صل ّى ُأبي هريرة رضي اللَّه عنه قال :قال رسول ُ اللَّه َ
يزل أَعوج،ْ لم
ْ ه، ت
َ ترك ِنْ وإ ه، ت
َْر س َ
ك ه م ِي
َ ُ ُ ُ ق ت َهبتذ ضِلعِ أَ ْعالهَ ،ف ِإنْ
ج ما في ال ّ ضلَعَ ،وإِنَّ أَ ْعو َ ِن َِت م ْ
خ ِلق ْ
ُ
متفق عليه.
ٌ » ِ
ء ا ِس ن الب
ْ ُ ِ ّ َوا صو فاست
ژباړه :له ابوهريره رضي هللا عنه څخه روايت دى فرمايي :چې رسول هللا صلى هللا عليه وسلم فرمايلي
دي :له ښځو سره نيکي کوئ ،ځکه چې ښځه د چپې پښتۍ څخه پيدا شوې ده او زيات کوږوالى د
پښتۍ په پورتنۍ حصه کې دى ،که چېرې ته د دې اراده وکړې چې هغه سمه کړي نو ماته به يې کړي
او که چېرې پريې ږدي نو همداسې به کږه وي ،نو له ښځو سره نيکي کوئ.
له دې مبارک حديث څخه مطلب دا دى چې ښځه د پښتۍ په شان کږه ده او سموالى پکې کم دى،
ځکه چې دا خو واضحه ده چې ښځه له پښتۍ نه نده پيدا شوې ،بلکه دلته هدف تشبيه ده ،يعنې
ښځه لکه د پښتنۍ په شان کږوالى لري ،چې دا خبره په بل روايت کې په واضحه توګه بيان شوې ده،
م َتها كس ْرتَ َها ،وإِنِ اس َتمت ْعت بِ َها، رسول هللا صلى هللا عليه وسلم فرمايي « :الم ْرأَ ُة كالضلعِ إِنْ أَ َق ْ
ج » ،ښځه د پښتۍ په شان ده ،که چېرې ته وغواړې چې سمه يې کړې نو ماته به اس َتمت ْعت وفِيها َعو ٌ ْ
يې کړې او که چېرې استفاده ترې کوې ،نو په داسې حال کې به استفاده ترې کوې چې په هغې کې
کوږوالى وي ،البته په حديث کې د کوږوالي مطلب دا دى چې که چېرې د ښځې د ټولو وړو او غټو منفي
اړخونو د سمون اقدام وشي ،کېداى شي چې خبره د طالق تر حده پورې ورسيږي ،چې په حديث کې
هم د ماتوالي هدف طالق دى ،چې دا د يوې کورنۍ نظام ختمېدل دي ،رسول هللا صلى هللا عليه وسلم
ت بِ َها وفِيها ة َ ،ف ِإنْ استمت ْعت بِ َهاْ ،
اس َتم َت ْع َ ك علَى طريق ٍ مل َ ستقِي َ ن تَ ْضلَع ،لَ ْ ِقت مِن ِ فرمايي « :إِنَّ الم ْرأَ َة ُ
خل ْ
ها طالقُها» په تحقيق سره ښځه له پښتۍ څخه پيدا شوې ده ،تا س ُر َمها كسرتَ َهاَ ،و َك ْت ُتقي ُ ه ْب ََعوج ،وإِنْ َذ َ
ته به په سمه الر برابره نشي ،که چېرې استفاده ترې کوې نو په داسې حال کې به ترې استفاده کوې
چې په هغې کې به کوږوالۍ وي او که چېرې د دې اراده وکړې چې سمه يې کړې نو ماته به يې کړې او
ماتوالۍ يې طالق دى.
همدارنګه لکه څرنګه چې مو مخکې وويل چې سړى بايد کوښښ وکړي چې د ښځې مثبت اړخونه په
نظر کې ونيسي او له منفي اړخونو څخه يې چې زيات خرابوالى ونلري سترګې پټې کړي ،چې د کورني
نظام د ساتلو لپاره ښه الره ده او رسول هللا صلى هللا عليه وسلم ورته اشاره کړې ده :عن أبي هريرة
خلقاً رض َ
ِي ِن ُم ْؤ ِم َن ًة إِنْ َك ِره مِنها ُ وسلَّم « :ال يَ ْف َر ْ
ك ُم ْؤم ٌ ه َ هللا َعلَ ْي ِ
صل ّى ُ رضي اللَّه عنه قال :قال رسول اللَّه َ
خ َر » أَ ْو قال « :غ ْي َر ُه » رواه مسلم. ِم ْنها آ َ
ژباړه :له ابوهريره رضي هللا عنه څخه روايت دى فرمايي :چې رسول هللا صلى هللا عليه وسلم فرمايلي
دي :بده دې نه ګڼي يو مسلمان بله مسلمانه (خپله ښځه) که چېرې يو خوې يې نه خوښيږي نو بل
خوى به يې خوښيږي ،يعنې مسلمان بايد کوښښ وکړي چې د خپلې ښځې هغو خويونو ته توجه وکړي
چې خوښيږي يې او له هغو څخه سترګې پټې کړي چې نه يې خوښيږي.