You are on page 1of 4

‫څنګه انګلیسی ژبه ژر زده کوالی سو‬

‫ژباړه او زياتونه‪ :‬محمد عزيز پردېس‬


‫نننۍ نړۍ د چټکتيا او سرعت نړۍ ده‪ .‬ټول غواړي په چټک ډول قطغ پوخ کړي‪ ،‬په چټکتيا‬
‫سره کار ته والړ شي‪ ،‬په چټکه توګه شتمن شي او په همدې توګه په چټک ډول څه زده‬
‫کړي‪.‬دا يوه طبيعي غوښتنه ده‪ .‬په ځانګړې توګه په داسې نړۍ کې چې د يوې دکمې په‬
‫کېکاږلو سره د آسټراليا سهار د آمريکا د ماښام سره نښلي‪ .‬په همدې اساس ورځ تر بلې د‬
‫سرعت څخه زمونږ غوښتنې مخ پر ډېرېدو دي‪.‬‬
‫ټول د چټکتيا پلويان دي؛ خو پوښتنه دا ده چې دا غوښتنه په ټولو څيزونو کې منطقي ده؟‬
‫د بېلګې په توګه څرنګه کولی شو د انګليسي ژبه ژر زده کړو؟‬
‫په دې مقاله کې به مونږ دا ومومو چې څرنګه کولی شو په ښه او چټک ډول د انګليسي‬
‫ژبه زده کړو او د يو بلبل په څېر انګليسي خبرې وکړو‪ .‬ډېرې متعددې کړنالرې شته چې‬
‫په پايله کې به حتمي يوه کړنالره زمونږ د خوښې وړ وي‪.‬‬
‫‪ -۱‬د اورېدو حس مو پياوړی کړئ د ژبې د يادولو لپاره تر ټولو آسانه کړنالره په ناخود‬
‫آګاه او ضمني ډول زده کړه ده‪ .‬په دې طريقې سره ژبه هغه وخت زده کېږي چې هېڅ‬
‫کوښښ ورته نه کوو‪ .‬کله چې د مېز شاته کښېنو او تمرکز مو زده کړې ته وي نو زمونږ‬
‫د غير ارادي زده کړې قوه په بشپړ ډول درېږي؛ خو په برعکس ډول کله چې د زده کړې‬
‫لپاره پرته له کومې برنامې موزيک‪ ،‬غږيز فايل يا هم فلم ته چې په اصلي ژبه وي‪ ،‬غوږ‬
‫ونيسو نو ذهن مو په ناخودآګاه ډول غږونه‪ ،‬لهجې‪ ،‬لغاتونه او ګرامر جذبوي‪ .‬حتی که تاسو‬
‫ياداشت هم ونه نيسئ او انګليسي خبرې هم ونه کړئ‪ ،‬ستاسو ذهن به په ناخودآګاه ډول د‬
‫پردې تر شا د ناخود آګاه اطالعاتو برخې سره مرسته کوي او مالومات به جذبوي‪ .‬دا يو‬
‫په زړه پورې حقيقت دی چې هغه لغاتونه چې په ماناو يې نه پوهېږو‪ ،‬زده کوو يې‪ .‬کله‬
‫چې يوې بهرنۍ ژبې ته غوږ نيسو نو پر ته له دې چې د زده کړې لپاره تمرکز او دقت‬
‫ولرو‪ ،‬مالومات مو په ذهن کې ذخيره کېږي‪ ،‬ځيني وختونه د اړتيا پر مهال څرګندېږي او‬
‫له مونږ سره مرسته کوي‪ .‬د دې خبرې المل د ژبنيو الګو ګانو ( ‪ ) Symbols‬اورېدل‬
‫دي؛ يانې د ژبې د زده کړې لپاره طبيعي الره ده‪ .‬په داسې حالتونو کې د ماشومانو زده‬
‫کړې ته ورته اتفاق پېښېږي‪.‬‬
‫ماشومان د خبرو د يادولو په پيل کې‪ ،‬يوازې اوري‪ .‬هغوی په ميلونو نو لغاتونه اوري؛‬
‫داسې لغاتونه چې په ماناو يې هم نه پوهېږي؛ خو له يو څه مودې وروسته چې په خبرو‬
‫کولو پيل وکړي ‪ ،‬د خپلو ټولو ناخودآګاه مالوماتو څخه ګټه اخلي‪ .‬څومره چې کولی شئ‬
‫وايې ورئ‪ ،‬په دوامداره توګه هر وخت چې ممکنه وي‪ ،‬هغه مالوماتو ته چې په انګليسي‬
‫ژبه وي غوږ ورته کېږدئ‪ .‬د بېلګې په ډول په کور کې يو انګليسي فايل پلې کړئ‪ ،‬کله‬
‫چې فارغه ياست د غوږۍ (‪ ) Headphone‬په وسيله انګليسي ته غوږ ونيسئ‪.‬‬
‫انگليسي خبرونه وګورئ‪ ،‬غږيز کتابونه واورئ‪ ،‬که انټرنټ ته السرسئ لرئ نو آنالين‬
‫پروګرامونه تعقيب کړئ‪ ،‬درسي غږيز او انځوريز کليپونه کښته ( ‪ ) Download‬کړئ‪.‬‬
‫که ممکن وي له ملګرو‪ ،‬د کورنيو غړو‪ ،‬او د همکارانو سره په انګليسي ژبه وغږېږئ‪.‬‬
‫فقط دې ته زمينه برابره کړئ چې غوږونه مو د انګليسي ژبې له لغاتونو او ګړنو سره‬
‫عادت او بلد شي‪.‬‬
‫‪ -۲‬شباهتونه پيدا کړئ د هرې بهرنۍ ژبې په زده کولو کې ترټولو ستونزمنه برخه د هغې‬
‫ژبې د غږونو او سازونو سره بلدتيا ده‪ .‬د بېلګې په ډول ممکنه ده په انګليسي ژبه کې داسې‬
‫غږونه شتون ولري چې په هېڅ ډول به زمونږ مورنۍ ژبه کې نه وي؛ خو له نېکه مرغه‬
‫بشر په يو ډول له داسې غږونو سره بلدتيا لري او په آسانۍ سره يې درک کولی شي‪ .‬د‬
‫بېلګې په ډول د دوو بې غږو تورو يوځای کېدنه جالبه ده؛ خو لوستل يې ناممکن نه برېښي‪.‬‬
‫که مو فکر کړی وي د انګليسي ژبې ډېری لغاتونه همداسې جوړښت لري‪ .‬د بېلګې په ډول‬
‫د (‪ ) Blink‬لغت تلفظ عجيب جوړښت لري‪.‬‬
‫دلته د ‪ B‬او ‪ L‬توري دواړه بې غږه دي؛ چې د داسې لغتونو جوړښتونو بېلګې په دري ژبه‬
‫کې نشته؛ خو په پښتو ژبه کې کومه ستونزه نه ده او د داسې لغتونو بېلګې لرو چې دوه‪،‬‬
‫درې يا هم زيات شمېر بې غږه توري سره يوځای راغلي وي‪ .‬د بېلګې په ډول‪ :‬شخوند‪.‬‬
‫چې دلته ( ش ) او ( خ ) دواړه توري بې غږه دي او په پيوست ډول سره راغلي دي او‬
‫تلفظ يې هم آسانه دی‪ .‬د انسانانو ذهن په طبيعي ډول دې ژبنيو شباهتونو سره بلدتيا لري او‬
‫کولی شي ژر يې درک کړي‪.‬‬
‫کله چې د انګليسي ژبې پر زده کړې بوخت ياست؛ نو له دې ډول شباهتونو څخه په طبيعي‬
‫ډول مالومات ترالسه کړئ‪ .‬د بېلګې په ډول که کله د داسې لغتونو سره مخامخېږئ چې‬
‫ليکل يې عجيب او تلفظ کې يې شک لرئ؛ نو هڅه وکړئ دا ډول لغاتونه يو ځلې تلفظ کړئ‬
‫او که په نه باورونکي ډول د داسې لغاتونو په تلفظ بريالي شوئ او ګومان مو وکړ چې د‬
‫دې لغت تلفظ چې تاسو يې کوئ سم دی؛ نو په ډېر احتمال سره دې لغت کې اماليي ستونزه‬
‫ده‪ .‬تاسو کولی شئ دا داسې لغتونو په سم تلفظ او په سم ډول ليکلو کې له ډول ډول ټيليفوني‬
‫او يا کمپيوټري ډکشنريانو ( لغت زېرمو ) څخه ګټه واخلئ‪.‬‬
‫‪ -۳‬نوي غږونه په بېل بېل ډول زده کړئ د نويو ژبو او يا انګليسي ژبې زده کړه د مغز د‬
‫عملکرد کړنالره تغيروي‪ .‬بايد هڅه وکړو چې د دې پوښتنې ځواب چې څرنګه کولی شو‬
‫د انګليسي ژبه ژر زده شي؟ پيدا کړو‪ ،‬ځکه د انګليسي ژبې د زده کړې سره ستاسو مغز‬
‫په ودې ( رشد ) پيل کوي‪ .‬څېړنې ښيي چې د انګليسي او يا هم نور بهرنيو ژبو په زده‬
‫کړې سره زمونږ د مغز يوه برخه وده کوي او لويېږي‪.‬‬
‫هرڅومره چې دا وده ډېره وي؛ نو هماغومره د نورو ژبو په زده کړه کې آسانتيا رامنځ ته‬
‫کېږي‪ .‬دا څېړنې يوې جالبې برخې ته زمونږ توجه راجلبوي او هغه دا چې زمونږ مغز د‬
‫نويو او نا بلده غږونو سره څه ډول عکس العمل ښکاره کوي؟ د بېلګې په ډول د ‪ L‬او ‪R‬‬
‫لغتونو په زده کړه کې غيربومي اورېدونکي په ځينو برخو کې د ستونزو سره مخامخېږي‪.‬‬
‫جاپانيان د د پورته ذکر شويو تورو تلفظ کې ستونزه لري‪ ،‬ځکه په جاپاني ژبه کې د داسې‬
‫تورو د تلفظ لپاره کومه ځانګړې الفبا يا سمبولونه نشته‪ .‬مخکې له دې چې د يوې بهرنۍ‬
‫ژبې زده کړې ته هوډ وکړو؛ نو اړينه ده چې د هغې ژبې له تورو او غږونو سره لومړی‬
‫ښه بلدتيا پيدا کړو‪.‬‬
‫د ځينو تورو او غږونو تلفظ معموال ستونزمن وي‪ ،‬نو پکار ده چې ښه تمرين پرې وشي‬
‫ترڅو ذهن نشينه شي‪ .‬د بېلګې په ډول‪ ،‬په انګليسي ژبه کې د ( ‪ ) TH‬تلفظ واقعا د ټولو‬
‫لپاره جالب او خندوونکی دی‪ .‬څوک يې د ( څ ) په ډول‪ ،‬څوک يې ( ټ ) او يا هم د ( ت‬
‫) په بڼو تلفظ کوي ‪ .‬يا هم د عربي ژبې د ( ع ) توری او همداسې نور … ‪ .‬په تکرار او‬
‫پرلپسې کوښښ سره کولی شو د داسې تورو تلفظ ځان ته آسانه کړو‪.‬‬
‫‪ -۴‬د ورته (شباهت لرونکو ) لغاتونو څخه ګټه واخلئ کله چې د مانا له اړخه مشابه او‬
‫مترادفو لغتونو څخه ګټه پورته کوئ؛ نو د لغاتونو د غږونو او انځورونو ترمنځ يو ډول‬
‫ارتباطي پل رامنځ ته کېږي‪ .‬يانې څه؟ د بېلګې په ډول‪ ،‬کله چې د انګليسي ژبې د لمر‬
‫لغات زده کوئ؛ نو د هغې تر څنګ د ګرم‪ ،‬سور‪ ،‬ځال … ورته لغاتونه هم زده کړئ‪.‬‬
‫وروسته چې کله تاسو دا لغاتونه ياد ته راولئ نو په چټک ډول مو ذهن ته راځي او تاسو‬
‫سره په خبرو کولو او غونډل جوړونه کې مرسته وکړي‪ .‬پوهان وايي‪ :‬د لغاتونو ترمنځ‬
‫ورته والی پيدا کول‪ ،‬د خبرو کولو کړنالره ساده او اسانه کولی شي‪ .‬د نه اورېدونکو (کڼو)‬
‫د ژبې مطالعه دا مسئله ثابتوي‪ ،‬ځکه کاڼه چې کله ژبه زده کوي‪ :‬نو هغوی د عاليمو ترمنځ‬
‫د ورته والي له الرې په دې بريالي کېږي چې يوه نوې ژبه ژر زده کړي‪ .‬کله چې غواړئ‬
‫يو نوی لغت زده کړئ؛ نو هڅه وکړئ چې د هغه لغت ورته يا مرتبطې کليمې هم ذهن ته‬
‫وسپارئ‪.‬‬
‫‪ -۵‬لغاتونه په جملو او عبارتونو کې زده کړئ ځيني لغاتونه په يواځې توګه يوه مانا لري؛‬
‫ځو کله چې په عبارتونو او جملو کې استعمال شي نو مانا يې په بشپړ ډول تغير خوري‪.‬‬
‫په انګليسي ژبه کې داسې لغتونه له حده ډېر دي؛ نو هڅه وکړئ په جملو کې مو د لغتونو‬
‫استعمال ته توجه ډېره وي‪.‬‬
‫پخوا ژبپېژندوکو داسې ګڼله چې ګواکې انسانان لومړی جملې اوري او بيا هغه په برخو‬
‫برخو وېشي؛ خو وروستۍ څېړنې دا جوتوي چې داسې نه ده‪ ،‬بلکې د مغز توجه په غونډلو‬
‫او عبارتونو کې لومړی د لغاتونو ترتيب ته ده او دا ترتيب په مغز کې داسې سمبولونه منځ‬
‫ته راوړي چې زده کړه کې آسانتيا راولي‪.‬‬
‫د بېلګې په ډول پښتو ژبه کې د ژوند او قرار‪ ،‬باد او باران او همداسې نور ترکيبونه‪ .‬د‬
‫داسې ورته يا شباهت لرونکو لغاتونه زده کړه آسانه ده او تر ډېرې مودې د انسان په ذهن‬
‫کې پاتې کيږي‪ .‬هېره دې نه وي چې په يواځې توګه د يوه لغات زده کول ناممکنه ده او‬
‫نشئ کولی له هغه څخه ګټه پورته کړئ‪ ،‬ځکه ډېری لغاتونه يواځې يوه مانا نه لري‪ .‬په دې‬
‫بايد پوه شو چې په څه ډول کولی شو لغاتونه په جملو او عبارتونو کې استعمال کړو‪ ،‬ځيني‬
‫وختونه اضافه توري (‪ ) Prepositions‬په بشپړ ډول د لغت مانا تغيروي‪.‬‬
‫د ژبې مينوالو! که غواړئ يوه ژبه په ښه او چټک ډول ياده کړئ‪ ،‬نو لغاتونه يې په عبارتونو‬
‫او جملو کې استعمال او زده کړئ‪ .‬پايله ژبه خپله يو ډول آهنګ يا موسيقيت دی‪ .‬د ښکلو‬
‫غږونو يا آهنګونو څخه په استفادې سره کولی شو چې يوه بهرنۍ ژبه ژر زده کړو‪.‬‬
‫شعرونه‪ ،‬ترنمونه … هغه څه دي چې مونږ سره د ژبې په زده کړه کې رغنده رول لوبولی‬
‫شي‪ .‬تاسو کولی شې خپل کمپيوټر‪ ،‬موبايل‪ ،‬ميډيا پلير‪ ،‬ريکارډر او يا هم ‪ MP3‬کې د‬
‫خپلې خوښې وړ اشعار‪ ،‬ترنمونو يا هم سندرې پلې کړئ او هغه پسې يې تکرار کړئ‪ ،‬پرته‬
‫له شکه چې دا کړنالره هم تاسو ته د انګليسي ژبې په زده کړه کې ګټور ه تمامېدای شي‪.‬‬
‫د دې پوښتنې لپاره چې څرنګه کولی شو د انګليسي ژبه ژر زده کړو‪ ،‬ډېر ځوابونه او‬
‫کړنالري شته‪ ،‬تاسو کولی شئ د مختلفو کړنالرو په مطالعې سره يوه مناسبه طريقه ځان‬
‫ته انتخاب کړئ او پرته له شکه چې تاسو به پدې بريالي شئ چې په روان ډول انګليسي‬
‫خبرې وکړئ‪ .‬د ژوند د نورو اړخونو په څېر د ژبې زده کړه هم صبر‪ ،‬زغم‪ ،‬هڅې او‬
‫ستونزې ګالل غواړي‪.‬‬

You might also like