You are on page 1of 4

‫‪ ‬د ښوونځیو امتحانات‬

‫ټولنیزه برخه‬

‫په کانکور کې بریالیو زده کړیالانو ته شپږ‬


‫مهمې سپارښتنې‬
‫‪0‬‬ ‫• دسمبر ‪2022 ,10‬‬ ‫‪ ‬عبد هللا‬

‫لیکوال‪ :‬اجمل جنت‬


‫پوهنتون چې د شخصیت جوړونې یو له مهمو بنسټونو څخه دی ډېری‬
‫زده کړیالان‪/‬محصلان چې کله په کانکور کې ورته بریالي شي یوه لویه‬
‫ربړه‪/‬ستونزه ورته دا وي چې په نوي چاپیریال کې به څرنګه بلدیږي‪،‬‬
‫مخته به ځي او ځان به ورسره برابروي؟‬
‫دا د اندېښنې وړ خبره ځکه نه ده چې انسان په لومړي ځل له هر څه‬
‫سره مخامخ کېږي‪ ،‬د نابلدتیا له کبله ډېر بې زړه وي‪ ،‬چې د وخت په‬
‫تېرېدو سره یې دا ستونزه حلېږي او بیا نورو ته لارښود شي‪.‬‬
‫که تاسې او یا هم تاسې ته نږدې کوم بل څوک (ورور‪ ،‬خور‪ ،‬ملګری‪،‬‬
‫خپلوان او …) په کانکور کې بریالي شوي یاست‪ ،‬نو دا سپارښتنې دقیق‬
‫ولولئ‪/‬عملي کړئ باور لرم چې په اړونده رشته کې به مخکښ یاست‬
‫او په چټکۍ به پر مخ یون کوئ‪.‬‬
‫‪ .۱‬هوډ او پیاوړې اراده ولرئ!‬
‫د بریالیو او ناکامو اشخاصو یوازینی لوی توپیر د دوی ترمنځ په اراده‬
‫او هوډ کې دی‪.‬‬
‫هغوی چې هر ډول سهولتونه او اسانتیاوې ورته برابرې دي خو چې‬
‫اراده نه لري‪ ،‬نه شي کولای چې په خپله برخه کې پر مختګ وکړي‪.‬‬
‫که تاسې هم غواړئ چې په خپل مسلک بې مثاله اوسئ او ساری ونه‬
‫لرئ نو اړینه ده چې ویلو ته به یې قوي تصمیم لرئ‪.‬‬
‫‪ .۲‬شوق او مینه ولرئ!‬
‫یو ځای مې لوستي و چې که غواړئ بریالیتوب ته ورسېږئ نو کوم څه‬
‫سره چې علاقه‪/‬شوق لرئ ترسره یې کړئ او کوم کار چې ترسره کوئ‬
‫مینه او لېوالتیا ورسره ولرئ‪.‬‬
‫رښتیا هم پرته له شوق او مینې څخه که موږ هر څومره هڅه او هاند‬
‫وکړو‪ ،‬رنګ نه راوړي‪.‬‬
‫هر پوهنځی خپل ارزښت او اړتیا لري هيڅ یو بې ګټې نه دی‪.‬‬
‫تاسې چې له کوم پوهنځي سره مینه لرئ په دې برخه کې د هغو خلکو‬
‫مه اورئ چې سپکه یې درته کوي‪ ،‬کم یې درمعرفي کوي او زړه توري‬
‫کوي مو‪.‬‬
‫پر اړونده رشتې مو وویاړې‪ ،‬مینه ورسره ولرئ او له خدایه شکر وباسئ‬
‫چې بریالي یې کړئ‪ ،‬په همدې کې به مو پرته له شکه چې خیر وي‪.‬‬
‫‪ .۳‬له لومړنۍ ورځې څخه حاضري ورکړئ!‬
‫کوښښ وکړئ چې د نوملیکنې ټول مراحل مو پر وخت پای ته ورسوئ‬
‫او له اولې ورځې څخه د درس برخوال شئ‪.‬‬
‫که نور څوک راځي او که نه خو تاسې باید حتما په لومړیو ورځو کې‬
‫سوبتیا ولرئ او‬
‫لومړنیو درسونو ته مو ډېر متوجې اوسئ‪ ،‬ځکه همدا مو د مسلک‬
‫اساسات رانغاړي او ژورو ته یې ځان ښکته کړئ‪ ،‬ریښې یې وپلټئ‪ ،‬له‬
‫نفسه یې ځان خبر کړئ‪ ،‬اړتیا‪ ،‬ارزښت‪ ،‬ګټه او موخه یې وپېژنئ او له‬
‫اوله له هر څه باخبره‪/‬اګاه اوسئ‪.‬‬
‫‪ .۴‬پوښتنه وکړئ!‬
‫پوښتنه کول څرګنده ده چې لوی زړه غواړي‪ ،‬په یاد ولرئ چې مسلکي‬
‫او تکړه استاد هيڅکله ستاسې په پوښتنه نه خوا بدی کېږي‪ ،‬چې په هر‬
‫ځای پوه نه شوئ یا کومه خبره درته ګونګه وه دا د زهرو غړپ وکړئ‪ ،‬تر‬
‫ویلو دمخه پوښتنه په ذهن کې څو ځلې تکرار کړئ‪ ،‬مناسب کلمات‬
‫ورته پیدا کړئ‪ ،‬منظمه او جوړه یې کړئ او بیا وپوښتئ‪ ،‬بیا بیا‬
‫وپوښتئ‪ ،‬په ځان کې د منطق او استدلال قوه رابیداره کړئ‪ ،‬ځان‬
‫هیڅکله ناپوهه مه پرېږدئ‪ ،‬چې بیا به درته تر اخره هر څه هوایي وي؛‬
‫خو په یاد ولرئ چې د پوښتنې وخت‪ ،‬ځای او شخص باید لومړی‬
‫وپېژنئ‪.‬‬
‫‪ .۵‬له خپلو څانګوالو‪/‬هم مسلکو سره اړیکې جوړې کړئ!‬
‫کوښښ وکړئ چې له تاسې د پورته ټولګیو له زده کړیالانو په تېره له‬
‫ممتازو محصلانو سره ښې اړیکې جوړې کړئ‪ ،‬دا اړیکې مو درد ته ډېر‬
‫کله دوا کېږي‪.‬‬
‫هغوی له چاپیریال‪ ،‬استادانو‪ ،‬درسونو او نورو مسایلو سره له تاسې‬
‫ښه بلد دي او ښه لارښود درته کېدلای شي‪.‬‬
‫‪ .۶‬دوامداره مطالعه وکړئ!‬
‫په لومړیو کې له درسونو پرته په نورو مسایلو کې بې ځایه وخت مه‬
‫تېروئ‪ ،‬هڅه وکړئ چې هره ورځ خپل درسونه تعقیب کړئ‪ ،‬پر زوړ درس‬
‫ځان پوه کړئ‪ ،‬نوی درس مو ولولئ‪ ،‬مهمې نقطې یې یاداشت کړئ‪ ،‬له‬
‫ځان سره پرې خبرې وکړئ‪ ،‬پر درسي کتابونو بسنه مه کوئ او په همدې‬
‫تړاو د نورو لیکوالو اثار هم ولولئ‪.‬‬
‫زه باور لرم چې د پوهنتون په پای ته رسېدو سره به تاسې هغه څوک‬
‫نه یاست کوم چې د پوهنتون پر درشل پر لومړۍ ورځ پل واخیست‪.‬‬
‫هو ستاسې په افکارو‪ ،‬خبرو‪ ،‬کړنو او عادتونو کې به لکه ځمکه او‬
‫اسمان مثبت بدلون راغلی وي‪ ،‬بریالي اوسئ‪.‬‬

‫‪#‬کانکور‬ ‫‪#‬سپارښتنې‬ ‫‪#‬امتحان‬ ‫‪#‬اجمل جنت‬


  COMMENTS 0

You might also like