Professional Documents
Culture Documents
کله چی لمړی انسان د ځمکی پرمخ د ژوند کډه واړوله نو ژوند یی ساده پیل کړ هغه وخت سرچینی (منابع)
ډیری او د وخت د انسان اړتیاووی ساده او د پوره کیدو وړ وی د نفوسو په ګڼوالی سره انسانی ټولنه خوړه ایزو
ستونزو سره مخ شوه او سرچینی هم د محدودیت مصداق وګرځیدی هغه وه انسان د ځمکی په شمول له منابعو نه
شدیدی ګټی اخیستنی ته اړ شو د کروندی په اداره کولو سره د ځمکی ،سرمایی او کار مولدیت لوړیږی خو دا
اداره کومه ساده خبره نه وه ځانګړی اصول لری علمی او فنی پوهه غواړی او مهارتونو په عالوه کولو سره عملی
بڼه خپلوی د کروندی اداره د خپل لوړ ارزښت د لرلو له کبله د کرنی د سکتور د پرمختګ درجه تعینوی دا چی
په افغانی خاوره دودیزه کرنه مسلطه ده د ځمکی مالکیت سیستم دی سکتور ته ګڼی ستونزی رازیږولی دی
.دولت له کروندګرو دمرستی الس اخیستی او د د ی ټولو په پایله کی د کروندی اداره هم په یو بد حالت کی
قرار لری همدا وجه ده چی د تولیداتو کچه ټیټه ده .د کروندو اقتصادی کفایت صفر ته کږښت لری او د
کروندګرو ستړیا د خولو رودنه د هغوی د ژوند په کچه کومه مثبته اغیزه نلری د کروندی اداره د عواملو مناسب
د دی لپاره چی دکرنی د مدیریت یا د کروندی د تنظیمولو سره اشنایی ترالسه لګښت یو میکانیزم جوړوی
کړو نو الزمه ده چی لمړی د مدیریت له ټولو اصولو سره اشنا شو ډیر خلک مدیریت ته د تصمیم نیولو معنا
ورکوی چی په هغه کی د عملیاتو په اړه لکه انجینری ،حسابداری او د هغه په ډول خبری کیږی او داسی
معلومیږی چی د حسابداری او انجینری زده کړی دمدیریت زده کړی د ی د مدیریت له کلیمی څخه ډیر
تعریفونه شوی دی چی د هغو ځینو اشاره کیږی.
لمړی فصل
د مدیریت تعریف:
:۱مدیریت د ځینو غړو اوګروپونو هڅی او پلټنی دی چی د ځانګړو ارزښتونو او اعتقاداتو لرونکی دی او ګډو
موخو ته د رسیدو لپاره له یو بل سره مخ په مخ اړیکی او مرستی لری.
:۲مدیریت ته کوالی شو دعلم او هنر د برنامه جوړونی د اصولو په کاراچونه ،تنظیمول ،د امکاناتو الرښونه
اوکنترول ،د یو موسسی ځانګړوموخوته درسیدو لپاره د وګړو فعالیتونه تعریف کړو.
:۳منجمنت یا مدیریت د هغه پروسی څخه عبارت د ی کوم چی د هغی په وسیله مالی ،بشری او نوری منابع په
موثر او اعظمی ډول په کار اچول کیږی یا منجمنت د هغه پوهی او مهارت څخه عبارت دی کوم چی د هغه په
وسیله د نورو انسانانو څخه په الزم ډول کار اخیستل کیږی.
په یوه کاروبار کی منجمنت د مغز حیثیت لری بدون د منجمنت څخه یو کار پرمختګ نه شی کولی او باقی پاتی
کیدای شی .
:۱منجمت انسانی نیرو ته دا وړتیا وربخښی تر څو موسیسی موخی په الزم ډول تر السه کړی .
:۲د غوره تشکیل ،غوره پالن او موثره کنترول په لرلو سره منجمنت د موسیسی لګښت راټیټوی او د دی قابلیت
وربخښی تر څو د نورو سره رقابت وکړی .
:۵منجمنت موسیسی ته د نوو نظرونو او فکرونو او د یو ښی ایندی په اړوند د فکر کولو قدرت وربخښی.
:۶منجمنت موسیسه د وخت د تغیراتو سره اشنا کوی او د قابلیت ورکوی چی د وخت ضرورتونو ته مثبت
ځواب ووایی.
د مدیریت دندی :
دمدیریت د دندو په اړه ډول ډول نظریی وړاندی شوی دی ډیرو پوهانو د مدیرانو د دندو په اړه خپل نظرونه
څرګند کړی دی چی ځینو ته یی اشاره کوو:
الف:)luther gulick( :نوموړی پوهاند د مدیرانو مهمی دندی یی د POSDBCRپه کلیمه کی لنډی کړی
چی په الندی ډول دی
ب Hanry Faul :هنری فایل یو عالم دی چی دمدیر لپاره په پنځو دندو قایل دی چی په دی ډول دی
ــ-برنامه جوړول
ـــ همغږی
ج :جوزف ماسی دا د مدیریت د څانګی متفکر وو اوه دندی یی د مدیرانو لپاره غوره کړی وی
۱تصمیم نیونه ۲ ،نظم او ترتیب ورکول ۳،ګمارل یا په کاراچونه ۴ ،برنامه جوړونه ۵ ،کنترول ۶،اړیکی ۷،
الرښوونه
د ارګانونو مدیریت او اداری ،ښونیز ،صنعتی ،تجارتی او کرنیزسازمانونه د راز راز فعالیتونو او تخصصونو په دلیل
ډیر ستونزمن دی او د ارګانونو په ټولو فعالیتونو باندی د احاطی توان ،د مدیرانو خبرتیا له ځانګړو مهارتونو څخه
الزمی تر نظر الندی راځی دا ډول مهارتونو عبارت دی له :
:۱فنی مهارت Technical skillsفنی یا حرفوی مهارتونه هغه قوتونه ته ویل کیږی چی له تخصص ،
تجربی ،زده کړی او د کار له زده کولو څخه الس ته راغلی او له فنون او تجهیزاتو څخه د ګټی اخیستلو لپاره
کارول کیږی لکه کوم مهارتونه چی حساب لرونکی او انجینرانو یی الس ته راوړی دا ډول مهارت د اجراییو
مدیرانو لپاره په یوه اداره یا موسسه کی اړین دی .
: ۲انسانی مهارت Human skillsهغه مهارتونو ته ویل کیږی چی یو مدیر هغه مهارتونه د انګیزی د منځته
راوړلو لپاره په وګړو کی د ښه کارکولو لپاره په کار اچوی دا ډول مهارت په یوه موسسه یا اداره کی ټولو
مدیرانو ته الزم دی .
: ۳ادراکی مهارتونه یا مفهومی مهارتونه : Conceptual skillsد یوارګان د فعالیتونو د تفکر او طراحی توان
یا قدرت ،د ادراکی مهارتونو په نامه یادیږی دا ډول مهارت لوړپوړو مدیرانو ته ډیر مهم دی .
مهارت کسبی ده خو مدیریت یو استعداد ده .مهارت په کافي تقلید سره نه یادیږی .مدیریت په کافی
تقلید سره زده کیږی.
برنامه جوړونه یا :planningپالن جوړونه یو بهیر دی یعنی د دوامداره اقدامونو مجموعه ده.
یا پالن جوړونه یو څرګند امر دی یعنی له مخکینی تصمیم سره پیل کیږی.
یا پالن جوړونه د هغه اقدامونو یوه لړۍ وړاندوینه ده چی په ټاکلی او محدوده راتلونکی کی ترسره کیږی.
د پالن یا برنامه جوړونی پړاونه :د برنامی جوړونی پړاونه د ارزښت او پراخ والی په ترتیب په ۲-۱بڼه کی ښودل
شوی او په لنډه توګه توضیحات ورکړل شوی .
:۱د موجوده وضعی پیژندل :په هره برنامه جوړونه ،بررسی او ریښتنی پبژندنه کی یو له اصلی اقدامونو څخه
موجوده وضع ده یعنی دااړین او مهمه دی چی د عواملو وضیعت لکه د مادی امکانات ،بشری سرچینی،ټولنیز
،محیطی او اقتصادی اړتیاوی او مسایل په یو سازمان او یاارګان کی په کامله توګه ځانګړی یا مشخص شی تر
څو وکولی شی د هغوی پر بنسټ موخی وټاکو.
:۲د موخی ټاکل :په پالن جوړونه او برنامه ریزی کی دویم ګام د ټولو ارګانولپاره او وروسته دهری څانګی
لپاره د موخو ټاکل په لنډمهاله ،منځمهاله او اوږدمهاله توګه دی څرنګه چ ی موخی دفعالیتونو د انتظار وړ پایلی
دی نو ځکه په برنامه ریزی کی له خاص اهمیت څخه برخمن دی هر ارګان بی شماره موخی لری نو الزم د ی
چی ټولوته پام وشی.
:۳د پالیسی ټاکل (ټولیز سیاست ) :پالیسی یا تګالره په حقیقت کی موخو ته د رسیدلو الر ښیی او
:۴د کار کولو چارچلن او روشونه :چارچلندونه (کاری پروسی )له تګالرو څخه ځانګړی دی او د کار کولو بهیر
او د فعالیتونو د سرته رسولو دقیقی الری ځانګړی کوی.
:۵د قوانینو او بودیجی تنظیمول:د برنامه جوړونی ټول فعالیتونه باید د اړوند قوانینو په چوکات کی طراحی شی او
همدارنګه په مدیرت کی بودیجه د برنامی جوړونی او کنترول یوه ستره وسیله ده .
:۲تنظیمول :د یوی موسیسی یا ارګان د ګډو موخو دتامینولو او ساتلو لپاره وګړو ته د بیشماره دندو او واکونو
ورسپارل او د هغوی دا اړیکو هم غږی کول له تنظیمولو یا سازماندهی څخه عبارت دی .
:۳ګمارل یا کارغوره کول :په یوه موسیسه یا تشکیالتو کی د تنظیمولو پر وخت د موسیسی مدیر بستونه په
نظرکی هم لری او تصمیم نیسی چی دندی او مسولیتونه وګړو ته وسپاری تر څو د هر کارلپاره مناسب او برابر
سړی وټاکی .
:۴رهبری عبارت دی له :په خلکو کی د ګرانښت او محبوبیت پیداکولو هنر په هغه ډول چی خلک
یاکارکوونکی په خپله خوښه او د مینی له مخی ډلیزو موخو ته د رسیدلو په الرکی هڅی وکړی.
په حقیقت کی تصمیم نیونه د مدیرانو اصلی کاردی ځکه هغوی پرالپسی د دی په اړه چی څه کار،د څه شی په
متفکرینو وسیله ،د چا په مرسته ،څه وخت ،په کوم ځای کی او څرنګه ترسره شی تصمیمونه نیسی ځینی
مدیریت ته د تصمییم نیونی اعمال تعریف ورکړی ځکه تصمیم نیونه د یو ټاکلی مسلی د حل دالری غوره کول
دی یا په بل عبارت تصمیم نیونه د بیالبیلو الرو له منځ څخه د یوی الری غوره کول
دی .
د نن ورځی مدیرانو لپاره الزم د ی چ ی د مناسب تصمیم نیولو پړاونه په بشپړه توګه زده کړی او تل یی په عمل
کی پلی کړی د تصمیم نیونی پړاونه په الندی ډول دی .
:۱د وضیعت پیژندنه یا د ستونزو تشخیص :د مثال په توګه د کارکونکو د استعفا زیاتوالی کولی شی چی یو مدیر
د ستونزو سره مخامخ کړی نو ځکه مدیر باید د ستونزو د رامنخته کیدو المل پیداکړی.
:۲د ممکنه حل الرو د پیداکولو لپاره پلټنی :مدیران په دی پړاو کی د خپلو تحصیالتو او تجربو ته په پام سره
اوالس ته راغلی اطالعګانی ،هڅه کوی ترڅو د امکان ترحده د ستونزو د حل لپاره زیاتی الری پیدا کړی .
:۳د سنجش د معیار غوره کول :په دی پړاو کی مدیران هغه وړاندی شو ی د حل الری له بیالبیلو معیارونو سره
اندازه کوی مثال کولی شی د ارزونی یا ارزیابی معیار ګټه وټاکی او هغه ته په پام سره ډیره ښه اقتصادی د حل
الره غوره کړی .
:۴د حل د الرو ارزونه :په دی پړاو کی مدیران د حل دالری د غوره شوی معیار سره سنجش کوی او د هر
یوی پایله ځانګړ ی کوی .
:۵د ښی حل الری غوره کول(تصمیم نیول) :په دی پړاو کی کچه نیونی او ارزونی ته په پام سره د حل الری هغه
د حل الری چی ښی پایلی ولری هغه ټاکنیزی د حل الری دی .
اقتصادی تصمیم نیونه داسی تصمیم نیونه ده چی په کم لګښت سره ډیره ګټه الس ته راوړی .
د کرنیزی کروندی باید همدا موخه وی چی د وخت په اوږدو کی ډیره ګټه السته راشی همدارنګه اقتصادی
کارونه هغه وخت الس ته راځی چی ځمکه ،کار ،سرمایه او مدیریت له هغه روشونو سره سم عیار شی چی د
محصوالتو په تولید کی د ګټی راوړنی زیاته برخه ولری .
د دی لپاره چی کروندګر کولی شی ډیره ګټه الس ته راوړی الندی مسایلو ته باید پام وکړی
:۱په راتلونکی د قیمتونو وړاندوینه :۲د هغه شیانو لګښت چ ی د اړتیا وړ وی
په کوم ځای کی او په څه ډول محصوالت وپلوری ---ایاد بازار موندنو دګروپونو او ټولنو تر منځ مرستهم
شتون لری ----د بازار موندنی په اړه د دولت پالیسی یا سیاست څه ډول دی .
دوهم فصل
د کروندی تنظیم د کرنیز اقتصاد یوه عمده برخه ده چی د فارم د تنظیم کولو او رهبری اړوند مسایل تر څیړنی
الندی نیسی د کرنیز اقتصاد علم د کروندی د تنظیم په واسطه عملی بڼه خپلوی د تولید ټول عوامل لکه ځمکه
،کار ،سرمایه او تکنالوژی باید سره یو ځای شی تر څو یو یا څو ډوله محصول تولید شی د کروندی مدیر تصمیم
نیسی چی دا عوامل په کومو نسبتونو یو له بل سره یو ځای شی تر څو د هغوی د یو ځای والی څخه د تولید
مصارف او ضایعات ټیټ حد ته او د کروندی عواید لوړ حد ته ورسیږی په همدی اساس اداره کول او د منابعو
د هغوی یو ځای کول او اختصاص کول د تولیدی تصدیو د ډولونو ترکیب او ټاکنه د تولید دپروسی اداره او
رهبری د تولید دعواملو څخه معقوله او موثره استفاده او په همدی ډول د کروندی د نورو ظرفیتونو څخه کار
اخیستل د فارم د مدیر دندی شمیرل کیږی د کروندی په اداره کی انسانی فکتور مهم رول لوبوی او هغه ته ډیر
اهمیت ورکړل شوی دی هغه کله د انسانی نیرو په توګه او کله هم د تنظیم کوونکی په توګه رول ترسره کوی د
یو هیواد د کرنی د پرمختګ دکچی پوری تړاو لری په پرمختللو هیوادونو کی د کروندی مدیر زیاتره د تنظیم
کوونکی په توګه رول لوبوی په داسی حال کی چی په پرمختیایی هیوادونو کی د کارد یو عامل په توګه له هغه
نه کار اخیستل کیږی په عمومی ډول د کروندی د تنظیم علم دتولیدی تصدیو ترکیب او ټاکنی دتولیدی عواملو
څخه د تولید د منجمنت اړوند تصامیمو څخه بحث کوی په داسی ډول د کرنی د تولید له ابتدایی واحدونو څخه
ډیر عاید الس ته راشی.
د کروندی سمبالښت
پیژندنه
عصري کول یا د دودیزې کرنې تکنالوژیکي بدلون د کروندې په کوچنی کچه کی د محصوالتو جامع او لوړ
تولید منځته راوړي .چی دغه عوامل د کروندی په فی هکتار کی د تولید او د عاید د زیاتوالي المل کیږي ،په
کرنه کی د غه نوی بدلون ( تکنالوژیکی بدلون) او د هغوی متقابلی اغیزی د تولید په فکتور کی د پام وړ تغیرات
منځته راوړي دي .تر هغه چی کرنه د اقلیمی شرایطو سره تړاو لری ،نو خطرونه او د کرنی اړوند د غیری مترقبه
شرایطو ستونزی به د نوی تکنالوژی په وړاندی کولو کی ستونزمن وي ،نو د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره
په یو عصري فارم کی د تولیدي عواملو او عملیاتو لپاره غوره پالنګذاري او مدیریت بنسټیز او اړین کار دی
همدارنګه په عصري کرنه کی د پام وړ موضوع چی د کروندګرو په غاړه ده هغه هم د کروندی د تنظیم
مسولیت دی.
د کروندی سمبالښت :د کروندی سمبالښت د کرنی په سکتور کی د منابعو د تخصیص ستونزی او د کروندی
کاروبار اړخونه تر پوښښ الندی نیسي چی د یوی کروندی اقتصادي اغیزمنتوب سره تړاو لري او د بنسټیزو
ستونزو په حل کولو کی د کروندګرو سره په تصمیم نیونه کی مرسته کوي د بیلګې په توګه ،څه شی تولید
کړي ،څرنګه یی تولید کړي ،کله تولیدي عوامل واخلي او څه وخت خپل محصوالت وپلوري .چی د ذکر شوو
ټولو کړنو تنظیم او مدیریت غوره تصمیم نیونی پوری تړاو لري.
د څو پیړیو راهیسی زمونږ د هیواد د وګړو بنسټیزه اتکاء په کرنه باندی ده .د هند ټول نفوس اتیا سلنه په کلیوالي
سیمو کی ژوند کوي .د کرنی په برخه کی د کروندګرو د اقتصادي ستونزو مطالعه د کلیوالي اقتصاد بنسټیزه
موضوع ده شاوخوا اویا سلنه نفوس یی په کرنه تکیه لري چی د کرنې د ټولو اړخونو د اقتصادي ستونزو مطالعه
د کرنیز اقتصاد علم څیړي کله چی د یو واحد کروندی ستونزی د یو کروندګر څیړی نو باید د کروندی د
تنظیم علم مطالعه کړی.
د کروندی سمبالښت له دوه کلیمو څخه ترکیب شوی چی یو فارم یعنی کرونده او بل منجمنت یعنی مدیریت
دی.
کرونده :د هغه ټوټی ځمکی څخه عبارت دی کوم چی ځانګړي یا مشخص سرحد ولری او د حیواناتو یا نباتاتو
د روزنی لپاره پکار وړل کیږي .په کرونده کی عموما د کروندې مالک ،استخدام شوی کارګر ،یا د کورنی
غړي چی کرنیز کړنې سرته رسوي شامل دي.
مدیریت :
د مدیریت مانا په کرونده کی چی کومې کړنې او عملیی ترسره کیږي د هغوی تنظیمول دي نو د کروندې
تنظیم یا سمبالښت یو هنر دی چی په هغه کی یو فارم په بریالیتوب سره تنظیمږي او ګټورتوب منځته راوړي
). (Gray 1924
. ۲مدیریت تصامیم عملي کوي .د تصامیمو د نیولو وروسته بله مرحله د عمل ده چی باید ترسره شي .د کروندی
تنظیم د تولید کچه ،تکنالوژي ،د تولید لپاره کرنیزې عملیی او د فارم د محصوالتو لپاره بازارموندنه انتخابوي .د
کروندی تنظیم باید ټولی منابع پیدا او یو ځای کړي.
.۳مدیریت مالي مسولیت منځته راوړي .د غوره مالي مسولیت په خاطر مدیریت د کروندی د منابعو درست
استعمال او د هغه ساتنه کوي.
د کروندی سمبالښت د اقتصاد څانګه ده چی د کروندی د ټولو تصامیمو څخه بحث کوي او د کروندی کړنې
تنظیموي ،تر څو د کروندی څخه لوړه جاري ګټه خوندي کړي او د کروندګر د کورنۍ د ثبات او هوسایني
سبب وګرځي .دغه تعریف د یو کروندی لپاره له دوه اړخه ښه سمون لري ،چی لمړی یی ځمکه او بل د ځمکی
څخه لوړه ګټه اخیستل چی دواړه پخپل منځ کی نزدی اړیکې لري یعنی دوهم اړخ چی د یوی کروندی لپاره
مهم دی هغه مفیدیت او لوړ محصول دی.
د کروندی تنظیم هغه علم دی چی د تولید د فکتورونو لکه ځمکه ،کارګر ،پانګه ،د نباتي او حیواني تصدیو
انتخاب او د هغوی د ترکیب څخه بحث کوي تر څو د دغه لمړنیو واحدونو د یوځای کیدو د عملیی پر بنسټ
لوړه جاري ګټه منځته راوړي.
هغه اساسي تصمیم نیونه چی د کروندی په کاروبار کی تری ګټه پورته کیږي تر څو د منابعو څخه لوړ عاید
ترالسه کړي عبارت دی له:
:۱څه شی تولید کړي . what to produceپه دغه برخه کی د تولید اړوند تصمیم نیول کیږي چی کوم
شی تولید کړي .دغه تصمیم نیونه کی د تولید اړیکه د تولید سره ښیی.
.۲څرنګه یی تولید کړي :How to produceپه دې برخه کی د ځانګړی تولید لپاره د داسی اغیزمنې
طریقی یا میتود انتخابول راښیی یعنی په دغه تصمیم نیونه کی د فکتور اړیکه د فکتور سره ده .د تولید څو
میتودونه په پام کی نیسي هغه چی زیات موثر وي د هغه انتخاب په اړه تصمیم نیسي.
.۳په څومره کچه یی تولید کړي ( : How much to produceفکتور -اړیکه له تولید یا د فکتور د میتود
سره) د وګړو اړتیاوو په پام کی نیولو سره باید د تولید د نهایی اندازی په اړوند تصمیم نیونه وشي په دغه تصمیم
نیونه کی د کروندې د څو سرچینو اړیکی واضیح کیږي یعنی دلته د تولید اړیکه د تولید د میتود یا د تولید د
میتود سره ښیی.
.۴د وخت اړیکه : Time relationshipد وخت سره اړیکه دا راښیی چی کروندګر باید په وړ وخت
پانګونه په کرونده کی ترسره کړي او د پانګونې په بنسټ د کروندې څخه تولید په الس راوړي.
په حقیقت کی د کروندې د اقتصادي تحلیل لپاره د قیمت او لګښت په اړه مالومات اړین دي چی د تخنیکي یا
فزیکي نګاه څخه پورته څلور واړه اړیکی د تصمیم نیونی بنسټ جوړوي .له یو اړخه کروندګر دکروندې
محدودی سرچیني لري له بل اړخه د کروندې د یو واحد څخه لوړه او جاري ګټه ترالسه کول د کروندګر بنسټیز
هدف ټاکي ،نو سمه او وړ تصمیم نیونه چی د اقتصاد اساس دی د دغو دوه اړخونو ترمنځ فاصیله رالنډوي.
د کروندې تنظیم بیالبیلو عالمانو د یو هنر ،علم یا کاروبار په بڼه راپیژني.ک Andrew Bossوایی چی د
کروندې تنظیمول یو هنر دی ،چی د کرنیز کاروبار ټول عملي بنسټونه په یوه کرونده کی تطبیق کويTaylor .
د کروندې تنظیم داسی تعریفوي چی د کروندې سمبالښت یو هنر دی Gray .وایی هغه هنر چی یوه کرونده
په بریالیتوب سره تنظیموي او د هغه په بنسټ د کروندی د تنظیم مفیدیت اندازه کیږي یعنی دې وایی د فارم
ادره یو هنر دی چی په هغه کی ګټورتوب اندازه کیږي Denial .د کروندی تنظیم هغه علم دی چی په هغه
کی د تولید د فکتورونو (ځمکه ،کارګر او پانګه ) د عملیو د ترکیب څخه بحث کوي ،هغه زیاتوي چی د
کروندی تنظیم د حیواني او نباتي تصدیو انتخاب دی تر څو د فارم یو واحد څخه لوړه او جاري ګټه خوندي
کړي Warren .د کروندې تنظیم د علم پتوګه بیان کړی چی د فارم د تصدیو تنظیم او مدیریت په پالن کی
نیسي تر څو جاري ګټه خوندي کړي Morehouse .وایی چی د کروندی په یوه برخه کی فارم مجمنت یو
کاروبار یا تجارت مطالعه کولو څخه بحث کوي .د Holmesله قوله چی د کروندی تنظیم د کرنې اړوند
ښکاره بنسټتونو مطالعه ده ،هغه زیاتوي چی کروندګر د کرنیز کاروبار اصلي څښتنان دي.
د کروندې د تنظیم مطالعه او مفهوم
د کروندې د تنظیم په رابطه علماو ډیر جالب مفاهیم وړاندی کړ لکه څنګه چی دکروندې تنظیم یو اړخیزه
مفهوم نه ادا کوي چی د تولید موضوع اغیزمن نه کړي ،بلکه دلته کروندګر د یو مولد په صفت مطالعه کیږي
چی خواړه او خام مواد تولیدوي او د هیواد په اقتصاد کی ستراتیژیک او حیاتي کړنې پرمخ وړي ،دسیاست له
مخې ،د کروندګر ټولنه په پرمختیایی هیوادونو کی د پام وړ اغیزه لري.
د کروندې دتنظیم تفتیش دترویج کارکونکو ،کروندګرو او د کرنې په اړوند پالن نیونکو ته غوره الرښوونې او
معلومات تهیه کوي تر څو د فارم کاروبار ته وده ورکړي .د تولید د الزیاتوالي حقیقي طرحې په پار ،د کروندې
د تنظیم څیړنه د نوی تکنالوژي په منځته راتګ کی مرسته کوي .پس ویلی شو چی ،د کروندې سمبالښت د
مطالعي په بنسټ د ځانګړي کرنیزی پروژو لکه د ځمکی اصالح ،د اوسیدنې وړ ځمکی ،ابیاري او زهکشي په
اړه مالومات وړاندی او د ملي پالیسي د عملي کیدو په برخه کی مرسته کوي.
په نزدی کلونو کی د پرمختیایی هیوادونه چی په احتمالي توګه په دغه هیوادونو کی د نفوسو چټکه وده او د
سرچینو د کمښت ستونزی شتون درلود ،چی پورته تهدیدونو د پرمختیایی هیوادو لپاره غټی ستونزی ایجاد کړی
وی نو د کروندی تنظیم وه چی د کمو منابعو غوره استعمال په اړه یی پوهاوی او غوره تخنیکونه منځته راوړل او
د پرمختیایی هیوادونو په ټولنیز اقتصاد په ټوله کی په ملي اقتصاد کی ستر (پیاوړی) بدلون راوست.
په عمومي توګه د کروندې سمبالښت د کوچني اقتصاد ساحه په برکی نیسي چی د یو ځانګړي کروندی د
سرچینو د تخصیص څخه بحث کوي ،سره له دې چی د کروندې د تنظیم لمړنی بحث د یو واحد فارم څیړل دي
له بل اړخه د کروندی تنظیم د کرنې سکتور د سرچینو د تخصیص ستونزی هم په پام کی نیسي چی په ټوله کی
د اقتصاد سره ورته دی.
د کروندې تنظیم د کرنیز کاروبار ټول اړخونه پخپل پوښښ کی راولي چی د فارم د اقتصادي اغیزمنتوب سره
تړاو لري .پس ،دتصدیو د ترکیب انواع ،د نباتاتو او د هغه ویرایټیو هغه قسمونه چی کرل شوي وي ،د کمیاوي
سرو هغه اندازې چی په کرونده کی استعمال شوی وي ،هغه وسایل چی په کرونده کی ترې ګټه پورته شوی
وی ،هغه الری چاری چی د فارم کړنی تنظیموي ،ذکر شوی ټولی کړنې د کروندی په سمبالښت کی شاملي
دي .د کروندې د سمبالښت موضوع د کروندی د تنظیم څیړنه ،روزنه او پراختیا په برکی نیسي.
د کروندې د تنظیم څیړنه .Farm Management Researchد کرونددی د تنظیم څیړنه اړتیا لري چی
باید ستونزی معلومی او هغو ته د حل الر پیدا کړي چی په پرمختیایی هیوادونو کی وخت په وخت د بدلون حال
کی دي.
د کرنیزو زده کړو فارغ التحصیل د کروندګرو د پوهولو لپاره د کروندی د تنظیم علم کی ورته روزنه ورکول
اړین دي تر څو دوی د اقتصادي پارونی لپاره الس پکار شي ،همدارنګه د لیسانس زده کړیاالنو لپاره اوس مهال
د هندوستان په کرنیزو پوهنتونونو کی یو یا څو کورسونه اجباري دي .بیا هم ،په ځینو نورو ځایونو کی د دغه
کورس اقتصادي محتوی د اګرانومي څانګه کی تدریس کیږي چی کروندګرو سره په غوره تصمیم نیونه کی
مرسته کوي چی څه شی تولید کړي ،کله یی تولید کړي ،په کومه کچه یی تولید کړي ،څرنګه یی تولید کړي،
کله تولیدی عوامل څخه ګټه پورته کړي ،چیرته یعنی په کوم بازار کی خپل کرنیز محصوالت وپلوري ،چی د
دغه مضمون په رابطه د زده کړیاالنو روزنه په لوړه کچه اړین دي .دا مهال زیاتره کرنیز پوهنتونونه په کرنه کی د
ماستری او دکتورا د سطحی زده کړیاالنو ته د کروندی د تنظیم مضمون تدریس کیږي.
د کروندې د تنظیم پراختیا په کرونده کی د څیړنې موضوع ،ماهیت او محدودیتونه په خپل ځان کی نغښتي دي.
د کروندې د تنظیم مطالعه د کوچني اقتصاد یوه برخه ده .د کروندې د سمبالښت موضوعات لکه د کروندې
انتخاب ،د کروندې د ارزښت او کچې ټاکنه ،د کروندې د سرچینو د ارزښت ټاکنه ،پانګه ایزه تصمیم نیونه ،د
تصدیو ترمنځ اړیکی ،د نباتاتو د کر اړوند پالنیونه ،د کروندې کارګر ،د فارم ماشین االت او وسایل ،د کروندې
په تولید باندې لګښټونه او عاید او داسی نور موضوعات پخپل پوښښ کی راوستی دي .همدارنګه د کروندې د
تنظیم څیړنه ،روزنه او پراختیا هم د کروندې د سمبالښت په موضوعاتو مشتملي دي.
د کروندې د تنظیم په اړوند به داسی فکر کیده چی د کروندې تنظیم یو علم یا یو هنر دی .د کروندې د
سمبالښت سیستماتیک جوړښت پوهې ته علم او عمل یی هنر بلل کیږي .نو د کروندې تنظیم هم علم او هم هنر
دی ،نو ځکه دواړو ته تطبیقي علم یا Applied Scienceوایی .د کروندې تنظیم خالص علم هم بللی شو
ځکه د دې علم په ذریعه د ارقامو راټولول ،تحلیل ،توضیح او د بنسټونو د رامنځته کیدو څخه بحث کوي،
همدارنګه Applied Scienceڅخه ورته وایی چی په کرونده کی کومې ستونزی شتون ولري هغوی ته د
حل الر یقیني کوي .د هنر نقطه نظره د کروندې مطالعه په بشپړ فکر سره د کتنې او کنترول پروسه ده چی
مهارتونه یی د کروندګرو په ذریعه په کرونده کی استعمالیږي .پس د کروندې مدیریت هم علم او هنر دواړه
دي.
محدودیتونه Limitations
:۱د کروندی د کوچنی کچی کاروبار : Small size of farm businessد یو ټاکلی شتمنی (کروندی)
کوچنی او ټوټه کیدل په څو برخو باندی چی د کاروبار د انکشاف او پراخیدنی لپاره یوه ننګونه ده.
:۲ناکافي پانګه : Inadequate capitalپه کرنه کی نامناسبه پانګه یوه جدي ستونزه ده .چی کروندګرو ته
د بنسټیزو نمایندګیو څخه مناسب او وړ مالي مرسته په وخت نه ورکوي.
.۳په سست ډول د نوی تکنالوژی تطبیق : Slow adoption of new technologyکروندګر د
تکنالوژی توافق ته لیوال نه دي ،ځکه چی نوی تکنالوژی په لوړه کچه کمیاوی سرو ،په وخت اوبخور ،لوړ تولید
ورکونکي تخمونه ،د نباتاتو ساتنه او نورو تولیدي عواملو ته اړتیا لري.
.۴د ټیټی کچی استخدام : Under employmentکلیوالی وګړی او کروندګر چی غوره او لوړ مهارت
ونلري د هغوی د استخدام د اغیزمنتوب کچه ټیټه وي .په کرنه کی د پټی بیکارۍ الملونه او سرچینه د عملیاتي
پانګی کمه کچه ،د زیاتو کورني کارګرانو درلودل او د کرنیز تولید موسمي خصلتونه دي.
د ورته یا شان کرنیزی کروندې هغه موخې چی دوی یی لري ،له دوه اړخه سنجول کیږي چی یو یی د تولید او
بل د تولید له لګښت څخه عبارت دي.
.1د شته سرچینو مطالعه کول : To study the existing resourcesد بیلګې پتوګه د کروندی
ځمکه ،کارګران ،پانګه او مدیریت د کروندی د غوره تولید پخاطر مطالعه کول دي.
.2د ستراتیژیکو کړنو په مخ وړل : To perform the strategic taskپه دغه موخه کی د فارم
ټولی منابعو ته د غوره استعمال په لور سوق ورکول کیږي.
.3د بامقصده پروسی څرګندونه : To explain the mean of procedureیو داسی پروسیجر
منځته راوړل چی په هغه کی د کروندې ټولې منابع داسی استعمال او ترکیب شي ،چی په پایله کی لوړ
عاید تر الس ته راوړي.
.4د کروندګرو د ژوند د سطحې معیاري کولو په پار ،د منابعو یا سرچینو عاقالنه توزیع او غوره استعمال په
بناء ،دغه موخه په لوړه ګټه او په غټه کچه د کروندګر د کورنې خوښي په یو وخت کی په الس
راوړي.
.5د ځانګړی کرنیزو تصدیو باندی یا په ټوله کی په کرونده کی د بی ځایه لګښتونو مخنیوی کول او د
عایداتو کچه لوړول.
.Bعملیاتي تصمیم نیونه (Operationalچی څرنګه په اغیزمنه توګه یوه کړنه وکړو)
.1د کروندې د کاروبار د غوره اندازی انتخابول Selecting the best size of farm business
:په څومره کچه حیواني اونباتي تصدیو ،کارګرانو او پانګونې ته اړتیا ده ،تر څو د اړونده کروندې د
اندازې سره سمون ولري.
.2د مخلوط نباتاتو د کر په اړه پالنیونه : Planning mixed croppingد کومو نباتاتو ګډه کرنه باید
تر سره شي تر څو لوړه جاري ګټه ترې پالس راشي او هم د خاوری حاصلخیزي ته پاملرنه وشي یعني
په دا ډول کرنه کی باید داسی تصمیم ونیول شي چی د ګټی سره سره د خاوري حاصلخیزي هم په پام
کی نیسي.
.3د ګډې کرنې په اړه پالنیونه : Planning mixed farmingد حیواني غدا د شتون په پام سره په
کومه کچه حیواني تصدی د نباتي تصدیو سره په ګډه توګه باید پالن شي.
.4د سرچینو د استعمال پالنیونه : Planning the use of resourcesپه کومه کچه د یو هکتار او
یو حیوان لپاره د خپلو منابعو څخه ګټه پورته کړو تر څو ستاسو د توقع په اندازه تولید ترسره شي.
.5د کارګرانو او ماشین االتو د اړتیاوو تخمینول Estimating the labour and machinery
:requirementپه ځانګړی توګه د کرلو ،حاصل السته راوړلو ،او تریشر په وخت کی څنګه
کوالی شو د کارګرانو د کمي ستونزه حل کړو؟ او څومره کارګر او غوایی کوالی شو چی د تراکتور
او تریشر سره تعویض کړو او خپله موخه ترالسه کړو؟
.6د پور د اړتیاوو تخمینول :Estimating credit needsد تولیدی عواملو او د هغوی د کړنو د
ترسره کولو لپاره په کومه کچه کریدیټ اخیستلو ته اړتیا لیدل کیږي؟
.7د اضافي تعمیر جوړولو په اړه پالنیونه :Planning additional buildingد کروندې د تولید د
ذخیره کولو لپاره په موخه په کومه اندازه اضافي خوني باید جوړی شي ،په هغه صورت کی چی د
بازار موندنې چینل په زړه پوری نه وي؟
.8د خاوری د خوندیتوب اړوند تصمیم نیونه :د شاړې ځمکې د بیا رغونې او د خاوری د تخریب د
مخنیوی لپاره د خاوری د ساتنې کومې الرې باید تعقیب او پلي شي؟
.۳د امراضو د پیدا کیدو په صورت کی په وخت سره د کرنیزو درملو استعمال ،تر څو د نباتاتو ساته مو کړې
وي.
.۴د ورځنیو کارونو د سرته رسولو په پار مهال ویش جوړول او د هغوی څارنه.
په کرنه کی تنها د پوهنتون سندونه د بریالیتوب تضمین کیدای نه شي .په لمړی سرکی باید د باتجربه کروندګرو
د علم او پوهی څخه ځان اګاه کړو .په حقیقت کی د یو بریالي کروندی تنظیم لپاره د تجربو څخه بدون کوم
بدیل شتون نلري .په دغه متن کی Warren ،د لمړی ځل لپاره د کروندی مطالعه داسی مشاهده کړی وه ((
داسی کار به تر سترګو نه شی چی تجربه به ورته اړین وي ،دارنګه د تجربو ترالسه کولو لپاره زیات وخت او
کار ته اړتیا ده .که غواړی چی کرنه کی ښه تجربه ولری نو په لمړی قدم کی د یو باتجربه لرونکي کروندګر
سره عملي کار شروع کړي .کچری پخپله مو د کار د شروع تابیه درلوده نو هغه تیوریګاني چی د تحصیل په
وخت کی زده کړی وي د ځان سره ولري او د هغه څخه ګټه پورته کړي .که امکان یی وه په لمړیو څو کلنو
کی د یو نږدي بریالي ګاونډي کروندګر کارونه تعقیب کړي ،کیدای شي چی بیا هم کافي سهوی وکړئ او تر
ټولو ستره غلطې چی تصور به یی دا وي چی ټول کروندګر د کرنیز کاروبار څخه بی خبره دي)).
.1د کرنیز علم د بنسټونو پیژندنه(کروندی تنظیم ،بیولوژیکی ترکیب او اقتصاد علم) او عملي کولو په ذریعه
نباتي او حیواني تولید لوړول.
.2د کروندی د تنظیم او کاروبار د بنسټونو غوره علم.
.3د کروندګر مدیریتي وړتیاوی
په کرنه کی په پخوانیو تجربو ډیره اتکاء پکار نده چی مطلوب حاصیل به په الس راکړي ،بلکه کرنه کی
تکنالوژیکی انقالب اوس د دی باعث شوی چی د کرنیز حاصیل په زیاتوالي کی مرسته وکړي .د ګټی د لوړولو
بنسټونه کولی شي په عملي توګه هر وخت تطبق کړو .که د کروندګرو تجربه د ترالسه کیدوني ګټی سره یو
ځای کړو نو په شدت سره به دغه وسیله د کرنې وده تیزه کړي.
د کروندی تنظیم د کرنې هر اړخیز علم دی مخکی له دی چی نهایی تصمیم د کروندې په اړه ونیسو نو د
کروندګرو مذهبي عقاید ،ارواپوهنه او کړه وړه باید وپیژنو.
اګرانومي
د کروندې سمبالښت د اګرانومي سره اړیکه دا واضیح کوي چی د دغو اړیکو په بنسټ ډول ډول فزیکي او
بیولوژیکی سپارښتنی هم غږي کړو تر څو د تجاربو په ذریعه یی د لوړ تولید سطحه معلومه شي .سربیره پر دی د
کروندی تنظیم نوری کړنې هم په پام کی نیسي چی د هغوی د لګښت او قیمت په ذریعه کولی شو د تولید د
ګټی وړ سطحه معلومه کړو.
په دغه برخه کی ټاکلی غیری اقتصادي موضوعات هم شتون لري چی اقتصادي خپلواکي محدودوي تر څو
ځانګړی تولید وکړي .د بیلګې پتوګه عقاید ،فلسفه ،ارواپوهنه ،سیاست ،ټولنپوهنه ،اخالقي قوانین او قانونپوهنه.
د کروندګر میرمن پراخه او ژور لید لوری د تصمیم نیولو په وخت کی لري چی څنګه د کورنئ او د کروندې د
اغیزمن مدیریت ترمنځ اړیکه هم غږي کړي .هغه په دیموکراتیکه طریقه د کورنۍ د رضایت په خاطر د کروندی
د کاروبار په ټاکنه کی پریکړه او ګډن کوي .په پرمختللو هیوادونو کی کروندګر د عاید الس ته راوړلو کی
بدلیدونکی انتخاب لري او میرمن یی ورسره په تصامیمو کی مرسته کوي تر څو د کار مفیدیت او عاید زیات
شي.
د حیواناتو پالنه ،غوا لوشل ،غړک یا زګي څخه د کوچو باسل د کروندګر د میرمنو روزمره کړنې دي .غرایزو
سیمو او د هیواد په نورو برخو کی په ځانګړی ډول د اوسیدو ځای کی د کروندګر میرمن د درندو کارونو
مسولیت لري .د څارویو د پالنې څخه عالوه نور کارونه لکه للون ،اصلي ځایونو ته د نباتاتو انتقال ،حاصالت
راټولول ،په الس باندی د غلو دانو ټولول .پروسس او صفا کولو دندې لري .په عمومي توګه ،کروندګر او د هغه
میرمن د کروندی د اقتصادي فعالیتونو په سرته رسولو کی یو له بل سره په بشپړه توګه مرسته کوي.
د کروندې د تنظیم اړیکه له نورو علومو سره په الندی توګه وړاندی شوی ده:
وړتیاوی او ظرفیتونه هغه څه دي چی د یوی کروندی تنظیم د کامیابی سرحد ته رسوي په هغه صورت کی چی
کروندګر په درست ډول تصمیم نیونه وکړي .دغه د تصمیم نیونې پروسه په الندی توګه ذکر کیږي .چی
مدیریتی وړتیاوو ته پراختیا او د تصمیم نیونې په ماډل پوهیدل دي چی د څه شی ته پراختیا اړوند هڅه وکړو.
د تصمیم نیونې اته پروسی یا دندې په الندی توګه تجویز شوي دي )(Nielson 1961
د کروندې مدیر باید په پورته اتو مرحلو باندی په درسته توګه پوهه ولري ځکه د تصامیمو نیولو پروسه کی په
پورته ماډل باندی پوهیدل ډیر ګټور دي.
د کروندګرو لپاره د کروندی په کاروبار کی د ستونزو تشخیصول ستونزمن دي ستونزې کوالی په الندی ډول له
منځه یوسو )۱(.د ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید قوي عمل وکړو )۲( .په کرونده کی د عمل لپاره منظمه
مطالعه ،یا ( )۳د عمل لپاره باید د عادي فرصتونو څخه ګټه پورته کړو .د غوره نتیجي د السته راوړلو لپاره ښه
مدیران باید د کروندی په کاروبار کی د منظم تحلیل پخاطر ستونزی په نښه کړي .د کروندی مدیر اړتیا لري
چی د تولید لپاره داسی نمونه پالن جوړ کړي کوم چی د تصمیم نیونې بنسټ ټاکي .غوره مدیران دا نه چی
یوازی فارم کی د کار کولو په اساس ظرفیت لوړ کاندي ،بلکه هغوی باید د خپل کار مسولیت هم ومني.
مدیریت کوالی شو د تشبیث څخه بیل کړو ځکه د دې په بنسټ اختراعات او پرمختیایی فعالیتونو ته الر پیدا
کیږي .او دارنګه مدیر د دې پخاطر ګمارل شوی دی چی کارونه تنظیم کړي او کاروبار ته ثبات ور په برخه
کړي .د دریمی طبقی مدیران (اجرایه) د مدیریت امرونه پرځای کوي.
دکرنیز اقتصاد او د کروندې تنظیم ترمنځ توپیرونه
“ اقتصادي قوانین انساني کړنې د کمو سرچېنو یا منابعو په وړاندې د داسې ترتیبولو څرګندونه کوي ،چې د
استعمال یا په کار وړلو په بنسټ نامحدوده او نهايي ګټه ترې په الس راشي Robbins .په نامه عالم اقتصادي
بنسټونه عمومي قوانین داسې تشریح کوي .د یو واحد عامل په بدلون یا تغیر سره په حقیقي تولید کې څومره
بدلون راځي او د عامل او محصول ترمنځ اړیکه تشریح کويChapmen ”.
“ هغه مسافر چې د الرې علم یا معلومات ورته نه وي د داسې مرغه په څیر دی چې وزرې نه لريSadi ”.
)Gulistani (1258
دې ته ورته ،چې یو کروندګر د اقتصاد په اصولو پوهه ونه لري غټ خنډ دی ،چې لوړه ګټه چې د
کروندګر موخه ټاکي ترالسه کړي .د اقتصاد اصول د کروندګرو سره د موخو په تنظیم ،د منابعو په تخصیص،
غوره پالن نیونه ،د منابعو یا سرچېنو په تعویض کولو او د تصدیو په ترکېب کې الرښوونه کوي ،چې دغه
الرښود د حقیقي او مطلوبې نتیجي حاصلول اسانوي او کروندګر په دې یقیني کوي ،چې کوم حالت کې قرار
لري؟ ولې دا قسم وضیعت لري؟ کوم فرصتونه په واک کې لري؟ هغوی د خپل وړتیاوو په بنسټ تصمیم نیسي
او بیا ځانکړې الرښوونه کوي ،چې څنګه غبرګې موخې چې یو لوړه ګټه او بل دکروندګرو د کورنۍ رضایت
دی ترالسه کړي.
د نوې تکنالوژيکي معلوماتو صرف نظرکول د کروندې لپاره په زیاته پیمانه ستونزې او ننګونې جوړوي .او
برعکس د نوې تکنالوژۍ منل د اعظمي او لوړې ګټې لپاره په زړه پورې فرصتونه برابروي؛ ځکه نو د اقتصادي
قوانینو او اساسي مفاهیمو تطبیق په کرنه باندې په سیده او ناسیده توګه پراختیا رامنځته کوي .د اقتصاد علم د
کروندې د تنظیم په ټولو برخو کې مهم رول او نقش لوبوي ،چې دغه قوانین لکه د نباتاتو تولید ،د څارویو تولید،
ماشین االت ،د کروندې شتمني ،کارګران او په عمومي توګه دکروندې د عملیاتو په ټولو برخو کې د اجرا وړ
دي .هر اصول د کروندې دکاروبار په ټولو برخو کې تطبیق کېږي .او د ځانګړي کروندې کاروبار (کرنېز
کاروبار) لپاره جدا اصول نه لري.
هغه مهم اقتصادي بنسټونه چې دکروندګرو سره د بازار موندنې په انتخاب او د کروندې د ټولو مرحلو په
پریکړه نیونه کې مرسته کوي عبارت دي له:
جدول کې ،د ګټې تناسب ،اضافي تولید د متوسط تولید په پرتله ګړندۍ کمیدنه ښئي.
تولید مجموعی تولید عامل () X تولید متوسط اضافي متناسب زیاتیدنه د ګټو قانون
TP AV MP
1 8 8 8 More زیاتیږي
2 20 10 12
3 36 12 16 Equal ثابت
4 52 13 16
5 60 12 8 Less کمیږي
6 66 11 6
په پورته لښتلیک کې ښودل کېږي ،چې اضافي تولید د متوسط تولید په پرتله ګړندی کمیږي.
.1مجموعي تولید : T.Pدا د تولید هغه کچه ښايي ،چې د متحول عامل د مختلفو مقدارونو د استعمال په
صورت کې په الس راځي.
.2متوسط تولید : A.Pکه چیرې مجموعي تولید د متحول عامل د واحدونو په شمیر چې استعمال شوي
دي وویشو ،دې ته متوسط تولید ویلی شي.
فرض کړی:
T.P=Yاو متحول عامل Xوي.
A.P=Y/X نو
.3اضافي تولید : M.Pدا د تولید هغه مقدار دی ،چې د متحول عامل د یو واحد په اضافه کولو سره په
مجموعي تولید کې زیاتیږي.
M.P=∆Y/∆X
د اضافي تولید مقدار د متحول عامل په مقدار پورې اړه لري ،د متحول عامل د فکتورونو سربیره په
الندې فکتورونو هم تړلي دي
نوAP=Y/Xi
MP=dy/Xi
کله چې
متوسط تولید په اعظمي حد کې قرار لري :د تولید یا محصول نسبت عامل ته هم اعظمي حالت ته رسیدلی
دی.
MP=AP
کله چې اضافي تولید اعظمي حد ته ورسیږي ،نو مجموعي تولید ) (TPهم کمیږي.
دا به له موضوع څخه بیرون نه وي ،چې نهايې تاکېد دی د اضافي تولید د السته راوړلو لپاره وشي .کوم چې
د کروندګرو درست تصمیم دغه توقع ته په رسیدلو کې مرسته کوي.
.1د ډیرښت تیوریکي رول داسې دی ،چې دکروندګرو توجو باید د تولید لږ یا زیات ډیرښت ته وهڅول
شي .دا د هغه کروندګر پریکړه ده ،چې د تولید په مقدار زیاته اغیزه لري ،او هغه عوامل چې د تولید په
پروسه کې پکار وړل شوي د هغه په بنسټ ډیرښت رامنځته کېږي.
.2ډیرښت د عواملو په تعویض باندې ډیره تکیه لري.
.3د یو عامل د ډیرښت ګټورتوب یا اضافي تولید چې نرخونه سنبالوي(اداره کوي) دا ساده خبره نه ده.
.4اضافي کارګران چې اجوره هم ورته ورکول کېږي د پانګې ګټورتوب کې ډیرښت رامنځته کوي په
داسې حال کې چې د سود نرخ هم تادیه کوي.
.5کله کله اضافي ګټورتوب د یو عامل خورا کم وي.
.6د اضافي مولدیت پوښتنه نه راپورته کېږي ،که چیرې د یو عامل مقدار زیات شوی وي او د نورو عواملو
کېفیت ښه کړي مانا دا چې اضافي توب به ثابت وي په هغه صورت کې چې امکان ولري ،تناسب د
عواملو بدل کړو ،چې کوم عوامل سره ترکېب شوي.
.7که چیرې مونږ د هر عامل ګټورتوب تحلیل کوو ،چې څومره او کوم عوامل یو ځای شوي دي پوښتنه
به مو حل کړې وي .د یو ساحې څخه د حاصل په راټولولو کې درې فکتورنه ځمکه ،کارګر ،او پانګه
شامل دي .د کارګرانو او هغه تولید چې حاصل شوی نسبت څومره ده؟ په کومه کچه پانګونه شوې ده؟
او د خاورې حاصیلخیزي څومره ده؟ باید تحلیل يې کړو .که غواړئ چې دغه پوښتنې ځواب شي،
ډیرښت ته مراجعه وکړئ .یو کارګر زیات کړئ او بیا هغه تولید ،چې د دې کارګر په زیاتوالي سره
اضافه شوې اندازه کړئ ،که د تولید په زیاتوالي کې يې رول نه درلود اضافي تولید به د زیات شوي
کارګر صفر وي.
د نزولي بهرې قانون یو پیاوړی ،فزیکي (مادي) قانون دی ،چې په پراخه کچه د یو کروندې په انتخاب او
تنظیم کې د کروندګر پریکړې اغیزمنوي .په ساده توګه دا قانون یو عمومي قانون دی ،چې بنسټ يې په تجربه
باندې استوار وي.
“په عمومي ډول د کرنې په برخه کې د پانګې او کارګر استخدام زیاتول چې د تولید د کچې تناسب زیات
کړي ،تر هغه وخته په تولید کې زیاتوالی پیښ نه شي؛ تر څو د کرنې هنر وده ونه کړي( .مارشال).
“ په عمومي ډول د نزولي بهرې قانون په اصولو برابر ترتیب شوی قانون دی ،چې د تولید د هر فکتور ثابت مقدار
څرګندوي ،دا قانون د نورو فکتورونو د پرالپسې زیاتیدونو سره په تولید کې زیاتوالی رامنځته کوي او باالخره
زیاتوالی يې نهايې حالت ته رسیږي او له نهايي حالت وروسته يې د نورو فکتورونو (عواملو) په زیاتیدو سره يې
تولید کمیږي” (جی رابینسن).
د نزولي بهرې قانون په اصولو والړ دی ،چې د کروندې د کاروبار د عملیو د تنظیمولو لپاره ارزښت لري.
په کرنه کې د تصمیم نیولو لپاره مهم الرښود فکتور دی چې یو کروندګر کوالی شی په کومه کچه خپل تولید
زیات کړي؟ دا قانون د هر کروندګر لپاره علمي تجربه ده چې د کر لپاره یوه مرحله یقیني کړي ،چې د یوې
ځمکې لپاره په کومه اندازه پانګونه او کارګر په پرلپسې توګه استعمال کړي ،نه دا چې په پخوا وختونو کې يې د
یوې ځمکې لپاره پر مخ وړل .په یو ورته پالټ کې د کارګر او پانګه د کرنېزې عملیې د ترسره کولو لپاره په
پرلپسې توګه ورزیات کړي ،نو نزولي ګټه به په الس درکړي ،دغه میالن ته د نزولي بهرې قانون وايي .مارشال دا
قانون داسې راپیژني “ ،په عام توګه د کرنې په برخه کې په پانګه او کارګر کې زیاتوالی د تولید اندازه هغه
وخت زیاتولی شي ،چې دکرنې هنر ته وده ورکړي.
هغه درې داسې حالتونو څخه یادونه کړې ،چې په کرکېله کې شاید د دغه قانون عملیه وځنډوي.
جدول (لښتلیک) ،د تولید عامل او محصول اړیکه ( د فکتور او محصول اړیکه هم ویلی شو).
د عامل اضافي تولید = عامل -د تولید نسبت ،د ارقامو تعویض کېدل د معادلې په واسطه څرګنده شوې ده او دا
به ووینو چې د عامل نهمه برخه به ټاکي( .یعنې د کر لپاره به يې انتخابوي) د نهم یونټ څخه لوړ د اضافه شوي
لګښت په نسبت ګټه کمه ده.
شکل،د مجموعي ،اضافي او
متوسط تولید ګراف ښودل کېږي.
لومړې مرحله :دا مرحله د مبدا څخه غزول کېږي او تر هغه دوام کوي ،چې MP=APسره شي MP
کږلیکه یا منحني AP ،قطع کوي او د لمړۍ مرحلې برید ټاکي.
دویمه مرحله :دا مرحله د MPاو APد تقاطع د نقطې څخه پیل کېږي .په دې مرحله کې MPله AP
څخه لوړ وي .نهايي برید د دې مرحلې هغه نقطه ده چېرته چې TPلوړ حد ته رسیدلې وي او اضافي تولید یا
MPصفر شوی وي.
درېېمه مرحله :دا مرحله له هغې نقطې څخه شروع کېږي چېرته چې MPصفر وي .په دغه مرحله کې
مجموعي تولید کموالی شروع کوي او MPله صفر څخه ښکته کېږي یعنې اضافي تولید منفي حالت ته رسیږي.
که د نزولي بهرې قانون په کرنه کې په ثابته ځمکه باندې عملي کېدل حقیقت نه درلود ،نو کروندګر به د
متحول عواملو اندازه په پرالپسی توګه زیاتول تر څو زیات تولید په الس راوړي .دغه شان که یوه غوا مونږ ثابت
عامل فرض کړو او د هغه لپاره د تغذيې اضافي مقدار د شیدو اندازه زیاتوله ،نو غوا به د ټول کلی لپاره شیدی
وړاندې کولې.کچېری دغه حقیقت پر مخ بیول کېده نو د في هکتار حاصیل یا غوا محصول اندازه به د دغه قانون
چارچاپیره څرخیده .په داسې حال کې چې په دغه قانون کې د یوې اندازی زیاتوالی څخه وروسته د اضافي
حاصیل اندازه نزول کوي.
د ټاکلي حالت په پام کې نیولو سره د لنډ وخت لپاره به وکولی شو دا عملیه ودروو ،په یوه ثابته ځمکه باندې
د پرمختللي متحول عاملونه استعمال کوالی شي د حاصل کچه ۵-۴چنده د دودیزې کرنې په نسبت زیات کړي.
په دغه طریقه یو کروندګر تر یو وخته کولی شي ،چې د عاید یا حاصل زیاتونې قانون عملي کړي .د بیلګې په
توګه :د متحول عاملونو اضافه کول به د محصول اندازه زیاته کړي؛ لیکن ډیر زر به د زیاتونې څخه وروسته د
نزولي بهرې قانون څخه مالتړ وکړي .دغه شان ،که چېرې خوارې او کمزوې میښې ته معیاري خوراک د کېفیت
او کمیت په پام کې نیولو سره ورکړل شي ،کوالی شي چې د شیدو ټاکلې اندازه زیاته کړي .لیکن که نور هم
په پرلپسې توګه دغه متحول عامل یعنې غذا ور اضافه کړو ،وروسته د یو څه وخته د شیدو مقدار باندې د نزولي
بهرې قانون تاثیر کوي او محصول یی کمیږي ۱.۵ .لښتلیک کې تاسو کتلی شئ چې د عامل زیاتونې په درېیمه
برخه کې د نزولي بهرې قانون په اساس اضافي محصول کمیږي .دغه شان په پرلپسې توګه تر یو وخت پورې د
متحول عامل اندازې کوالی شو اضافه کړو ،تر څو نزولي بهرې قانون خپل تاثیر وښایی.
۱.۵شکل او جدول کې د دغه قانون درې مرحلې ښودل کېږي چې په پرلپسې د متحول عامل واحدونه د
مجموعي تولید په خاطر لږ لږ اضافه کوي.
د نزولي بهرې قانون دکروندګرو په تصمیم نیونه کې په الندې برخو کې بنسټیز اهمیت لري.
.1د في هکتار یا في حیوان د هغه درجې یا سطحې اندازه چې وکولی شي تولید زیات کړي.
.2د کیمیاوي سرې د استعمال مقدار ،د یوې کولو شمیر ،د کرلو وړ تخم مقدار ،د اوبخور د اوبو مقدار او
د في حیوان د غذا اندازه لپاره دا قانون مهم دی.
.3د تولید په انتخاب کې د عواملو انتخاب
.4د هغه ساحې انتخاب چې په اغیزناکه توګه پکې کرنیزه عملیه ترسره کېږي.
.5د نرخونو د ټاکلو لپاره مهم دی .که چېری دا قانون عملي کړي ،نو د محصول د هر واحد لپاره په تولید
کې د زیاتیدونکي لګښت له امله لوړ قیمت اخلي.
.6کله چې د دې قانون څخه د تولید په ترالسه کولو کې چې تقاضا یی ارتجاعي حالت کې وي ،نو دغه
قانون د محصول کچه محدودوي.
د نزولي بهرې قانون محدودیت:
.1د نزولي بهرې قانون یو ځانګړی قانون دی ،چې په طبعي ډول د متحول عامل او محصول تر منځ
تخنیکي اړیکه بیانوي.
.2د یو ټاکلي تولیدي عواملو د تطبیق وروسته دغه قانون په حرکت راځي ،یعنې نزول اغیزه ښکاره کوي.
.3کچېری په یوه شاړه ځمکه باندې د پانګې او کارګر متغیر واحدونه پکار ولویږي او د ځمکې منبع په وړ
توګه استعمال نه شي دا قانون اغیز نه ښکاره کوي.
.4که چېرې د دغه قانون په لمړۍ مرحله کې د تولید فکتورونه ناکافي وي او وروسته کافي واحدونه پرې
په کار واچول شي ،نو دغه قانون بیا هم خپل انځور نه ښکاره کوي.
.5لکه څنګه چې مارشال ورته اشاره وکړه چې د نوي او عصري تکنالوژي ناوخته استعمال هم دغه قانون
اغیزمنوي.
.6د نزولي بهرې قانون د کړنو د پرمخ بیولو لپاره یواځی ګټه په پام کې نیسي.
د دغه قانون متغیر تناسب :کله چې په یو ثابت منبع باندې د متحول عامل کچه زیات او محصول اضافه کړي ،نو
د متحول عامل او ثابت واحد ترمنځ د نزولي بهرې قانون په بنسټ تناسب بدلون مومي .نو په دې توګه دې قانون
ته د نزولي بهرې قانون وایي.
د Equiمانا مساوي او Marginalمانا اضافي یا نهایي ده .دا قانون داسې بیانوي ،چې د کارګر ،پانګې او
ځمکې د هر واحد په استعمال سره باید ګټه هم مساوي زیاته شي په لښتلیک الندې بنسټ څرګندوي.
.1دا قانون کروندګرو ته الرښوونه کوي ،چې پیسې په غوره طریقې سره د نباتاتو د کرلو او څارویو روزنې
لپاره پالن کړي.
.2دا قانون د تصدیو ترمنځ اړیکې واضیح کوي چې په بشپړ ډول یوه تصدۍ یا څو مختلفو تصدیو په
وړاندې ،کروندګر پریکړه کوي.
.3دا قانون د ځانګړو یا مختلفو کروندو د توافق لپاره الرښوونه کوي ،چې کومه کرونده د دهقانانو لپاره
غوره او مفیده ده.
د فرصتي لګښت قانون:
د Equi Marginal returnsمفهوم په حقیقت کې د فرصتي یا عوضي لګښتونو نظریه او بنسټ دی.
فرصتي لګښتونه د بل غوره عوضي لګښت د نظریې څخه په الس راځي.
د ورځې ګټلی شي ،لیکن دا غوایي هم د بیلګې په توګه ،که چېرې یوه جوړه د قولبې غوایي )₹( ۲۱
هم ګټلی شي ،نو د غوایي د کارولو بله غوره کوالی شي ،چې په بل ځای کې د کار کولو په سبب )₹( ۲۵
دی یعنې د غوایانو د کارولو لپاره غوره متبادل ارزښت دی. عوضي ګټور ارزښت )₹( ۲۵
د فرصتي لګښت مفهوم کولی شو ،چې د Cash Cropد تولید په خاطر تطبیق کړو .لیکن د خالص عاید
او لګښت پر بنسټ عوضي کرنه هم کولی شي فرصتي لګښت وټاکي.
الندې بیلګه به وښایي ،چې د یو نبات تولیدي لګښت د هغو استعمال شوو سرچېنو له ارزښت څخه عبارت
ده ،چې د تولید په پروسه کې پکار وړل شوي وي.
د تنباکو کرلو پر ځای باید کچالو کرلو ته مخه وشي ،ځکه د تنباکو په عوض دا یو ښه فرصت دی ،چې د
کچالو ناخالصه ګټه )₹( ۵۶۱۱ده ترالسه کړي په داسې حال کې د تنباکو ناخالصه ګټه )₹( ۳۶۱۱ده.
۷.۱جدول ) . (bد خالصې ګټې په بنسټ کله چې لګښتونه غیرې مساوي وي.
یاداښت:
.1د هند په شرایطو کې فرصتي لګښت د کورنۍ د کارګر صفر یا صفر ته نیږدې وي ،ځکه د دوی لپاره
عوضي استخدام شتون نه لري (کارګر) .او نه داسې منابع شتون لري چې د زیاتې ګټې لپاره یی تعویض
کړي.
.2د کروندې د ځینو اقتصاد پوهانو له نظره ،د فرصتي لګښت او Equi-M.Rاساسات سره ورته دي.
لیکن ځیني پوهان د دوی ترمنځ لږ فرق څرګندوي .د فرصتي لګښت بنسټ د ثابتي پانګې له ګټې سره
نیږدې اړیکه لري ،لکه د ملي سپما لپاره پانګونه( تراکتورونه اخیستل ثابته پانګه یعنې ثابت لګښت دی).
فرصتي لګښت د بودیجی په لګولو او د هغه څخه د ګټې السته راوړلو لپاره خطر هم مني .یعنې په دغه
برخه کې مهم رول لوبوي .کله چې د عامل فکتورونه عرضه په اصلي توګه محدوده وي ،نو دواړو
بنسټونو څخه ګټه پورته کوي.
تعویضي قانون:
هغه میالن چې د تولید په ټولو اقتصادي برخو کې عمل ترسره کوي ،هغه لګښت چې زیات موثریت لري د
هغه په نسبت چې موثریت یی کم وي ،باید عوض یا بدل کړای شي .دغه قانون بیانوي ”:د تولید په پروسه کې
هغه عاملونه چې پایله یی دنورو په نسبت اغیزناکه او په الس راتالی شي ،تر ټولو خورا چې موثریت یی زیات
وي هغه باید ترې انتخاب کړو”.
په تعویضي قانون کې کله چې د کارګر اجوره ( فرضا د غنمو ریبلو اجوره ) ډیره لوړه شي ،نو کارګر د
سرمایې په ذریعه )(∆L/∆Cتر یوې کچې پورې تعویض کېږي .دغه شان که چېرې د ماشین قیمت لوړ وي نو
بیا تعویض باید د ماشین د کارګر په ذریعه ) ( ∆C/∆Lاغیزمن تمامیږي.
د تعویض اندازه :د یو عامل تعویض په بل باندې یا د یو محصول عوض کېدل په بل محصول باندې د
تعویض د نهایي مقدار اندازه څرګندوي .که چېرې x1او x2عاملونه فرض کړو نو د تعویض نسبت یی
∆x1/∆x2دی MRSد میالن په نوم هم نومولی شو .یا په بله ژبه ∆x1/∆x2=Slopeدی .دلته ښودل
کېږي چې x1واحدونه د x2په ذریعه تعویض شوي دي .په دغه طریقه مونږ کوالی شو دوه تولیدات
∆Y1/∆Y2هم یو د بل سر معامله یا تعویض کړو.
د تعویض ارتجاعیت :په تولیدکې د دوه فکتورونو ترمنځ ارتجاعي تعویض د دغه فکتورونو له نسبي بدلون
څخه عبارت دی ،چې د تولید په پروسه کې استعمال شوي وي او د نرخ نسبت ته بدلون ورکړي.
د تعویض د قانون محدودیت :زمونږ توان ډیر محدود دی ،چې یو فکتور په بل فکتور تعویض کړو ،او
همدارنګه د نزولي بهرې قانون دا بیانوي چې د تعویض کولو لپاره د نسبي ترکېب جوړول او بیا د هغوی بدلون
ډیر ستونزمن دی .په بله ژبه ،مونږ ممکن دا د نزولي تعویضي قانون په توګه تشریح کړو..
دا یوه حقیقي څرګندونه ده ،چې کروندګر هغه جنس تولیدوي ،چې زیاته نګه ګټه ولري .هغوي په عادي
توګه په یوه مشخصه ساحه کې یعنې ځانګړي فارم کې د داسې نباتاتو کرنه په خپل پالن کې شامل کوي ،کوم
چې زیات اغیزمن توب ولري ،چې په پایله کې کروندګر د مقایسوي ګټې د اساساتو په بناء کروندګر دکروندې
د نوعو اړوند پریکړه نیسي.
دتصدیو د تولیدي لګښت توپیرونه د مقایسوي (نسبي) ګټې په مفهوم پورې اړه لري .که چېرې د تولیدي
لګښت توپیرونه سره ورته وي ،نو د نسبي ګټې قانون د کرنیزو تصدیو ځانګړې تولیدي توپیر ته په پام سره چې
غوره پایله به ورکړي انتخابوي.
د ګټې نوعه :د فی هکتار لوړ خالص عاید په بنسټ دوه قسمه ګټې لرو.
د اضافي لګښتونو په بنسټ د في هکتار خالص عاید د زیاتوالي سبب کېږي ،چې دا طریقه په پراخه توګه په
یوه کرونده کې د مقایسوي ګټې د ټاکلو لپاره استعمالیږي.
دلته ،دوه نباتات چې د غنمو او ګنیو څخه عبارت دي په پام کې نیول شوي دي.
د نسبي ګټې قانون د حیواني او نباتي تصدیو په انتخاب کې کروندګرو ته الرښوونه کوي ،چې د شته منابعو
څخه اعظمي ګټه پورته کړي نه مطلقه ګټه .دارنګه د میوه جاتو او سبزیجاتو کرنه باید ښارونو ته نیږدې ،د ګنیو
کرنه د ګنیو میلونو ته نیږدې او د وریجو کروندې باید داسې ځایونو کې وي ،چې لږ رطوبت هلته شتون ولري .د
میږو او پسونو فارمونه باید په غریزو سیمو کې وي چې دغه ټول په کرنه کې د کروندګرو لپاره اصول وړاندې
کوي .ځانګړې یا متنوعې کروندې په پراخه پیمانه د مقایسوي ګټې په اصولو باندې اتکا لري.
د تصدیو د ترکېب بنسټ ،د کرنیزو تصدیو او طبیعت د اړیکې تر منځ مخکېنۍ مطالعې ته اړتیا لري .لومړی
د کرنیزو تصدیو ترمنځ د اړیکو ماهیت په پام کې ونیسئ .که د دوی ترمنځ اړیکه په بشپړه توګه سمه وي ،نو
هڅه دې وشي ،چې د تولید د زیاتیدو لپاره دې منابع تنظیم کړي ،یعنې د تصدیو او طبیعت ترمنځ د اړیکو توافق
په بشپړه توګه د تولید په زیاتوالي باندې داللت کوي.
مګر که چېرې سیالي کونکې کرنیزې تصدۍ شتون درلود ،نو د هغوی د ترکېب لپاره دې الندې فکتورونه
په پام کې ونیسي:
هغه اړیکې چې تصدۍ یې پخپل منځ کې لري په الندې توګه واضیح کېږي:
.1خپلواکې تصدۍ :دا ډول تصدۍ یو په بل باندې په مستقیم توګه اغیز نه لري .که چېرې د یوې تصدۍ
سطحه کمه یا زیاته کړای شي ،نو په بله تصدۍ کوم تاثیر نه کوي.
.2سیالي کونکي محصوالت (رقابتي محصوالت) :دا هغه محصوالت دي چې د منابعو له پلوه یو له بل سره
سیالي کوي .په دې توګه کروندګر محدودې سرچېني یا منابع لري .په ځینو برخو کې ټول حیواني او
نباتي محصوالت یو له بل سره سیالي کوي .په رقابتي تصدیو کې د یوې تصدۍ په محصول کې
زیاتوالی د بلې تصدۍ په محصول کې د کموالي المل کېږي .په ورته موسم کې د سرچېنو له پلوه جوار
او باجره ،وریجې او ګني له یو بل سره سیالي کوي.
.3متمم محصوالت :دا ډول محصوالت د منابعو له پلوه یو له بل سر رقابت نه کوي .لیکن کروندکر سره د
عاید د کچې په زیاتوالي کې مرسته کوي .په یوه کرونده کې د کورني مرغانو وړه تصدۍ د کروندې د
نورو برخو لپاره یو کمک کونکې تصدۍ ده .دا ډول تصدۍ هغه وخت په خپل منځ کې سیالي کوي
چې ډیره پراختیا ورته ورکړل شي.
.4بشپړونکې تصدۍ :هغه تصدۍ چې د تولید په زیاتوالي کې یو له بل سره کومک کوي .او د منابعو له
پلوه یو له بل سره سیالي نه کوي .د بیلګې په توګه ،د مصري واښه ) (Berseemڅخه وروسته د
جوارو کرنه ،د جوارو حاصل زیاتوي .ځکه چې د Berseemنباتو په سبب په خاوره کې د جوارو
لپاره ډیر نایتروجن نصبوي.
د تصدۍ اړیکې:
MRS=∆Y1/∆ Y2
.1که ∆Y1/∆ Y2له صفر کم شي ،نو سیالي کونکې تصدۍ (محصوالت) دي.
.2که ∆Y1/∆ Y2د صفر سره مساوي وي نو ،مرسته کونکې یا بشپړونکې تصدۍ دي.
.3که ∆Y1/∆ Y2د صفر څخه زیات شو نو ،بشپړونکې تصدۍ یا Complementaryتصدۍ ده.
واضحات
.1که MRSله صفر کم وي ،نو د یوې تصدۍ محصول به د بل محصول زیاتوالي لپاره قرباني (صرف
نظر شوی وي او دواړه تولیدات سیالي کونکي دي.
.2که ، MRS=0نو دا ښايي ،چې یو تولید د مقدار له مخې زیات شوی بدون له دې ،چې بل تولید
اغیزمن کړي.
.3که د MRSنسبت له صفر لوی شي ،نو دا ښايي ،چې په بل تولید کې زیاتوالی یا کموالی رامنځته
شوی او تولیدات تکمیل شوي دي.
د لګښت مفهوم او اساسات (بنسټونه):
د لګښت اصطالح معموال ،په تولیدي شیانو او خدماتو باندې مصارفو ته راجع کېږي .لګښتونه په دوه
کټګوریو طبقه بندي شوي دي )۱( :ثابت لګښت Fixed costیا ، Overhead costsدا هغه لګښت
دی چې په سیده ډول په تولید کې برخه نه اخلي )۲( .متحول لګښت variable costدې ته prime cost
هم وایي دا هغه لګښت دی چې د تولید په پروسه کې عمال برخه اخلي .لکه :خام مواد ،کارګر او نور .کله چې
دا دواړه لګښتونه سره یو ځای شي مجموعي لګښت ورته ویلی شي .د متحول ،مجموعي او ثابت لګښتونو ترمنځ
اړیکه په الندې ډول ورکړل شوې ده.
د في واحد لګښت :د مجموعي لګښت څخه ۴قسمه نور لګښتونه استنباط شوي دي.
.1ثابت لګښتونه : Fixed Costثابت لګښتونه د کروندې هغه مصارف په برکې نیسي چې په عادي ډول
مصرف شي .لیکن دا لګښتونه په مستقیم توګه د محصول په تولیدولو کې برخه نه اخلي .د بیلګې په
توګه :په ثابته پانګه باندې ګټه یا سود ،تنریل ،عاید وغیره.
.2متحول لکښت : VCدا لګښتونه د محصول په تولیدکې برخه اخلي لکه غنم ،حیواني او کیمیاوي سرې،
ابیاري ،حشره وژونکي او افت وژونکي درمل او د هغه کارګرانو اجوره پکې شامله ده ،چې د پیسو په
وړاندې د کار لپاره استخدام شوې وي .د متحول لګښت اوه ( )۷قسمونه ،چې په تولید کې برخه اخلي
عبارت دي له :
.aمجموعي متحول لګښت : TVCد یو جنس په تولیدولو کې ټول هغه لګښتونه شامل دي ،چې په مستقیم
ډول دتولید مقدار ته بدلون ورکړي .د بیلګې په توګه ،د مزدور لګښت او د خامو موادو لګښت چې د
تولید په پروسه کې پکار وړل شوي وي( .د متحول عامل مقدار× د في واحد عامل قیمت = مجموعي
متحول لګښت)
.bمتوسط متحول لګښت AVC : AVCد مجموعي متحول لګښت تقسیم د محصول مقدار د ویش له
محاسبې څخه په الس راځي AVCد تولید د کچې په بنسټ بدلون موميAVC=TVC/Output .
.cاضافي لګښت : MCپه مجموعي لګښت کې د بدلون څخه عبارت دی چې په محصول کې بدلون
رامنځته کړي .اضافي لګښت د مجموعي لګښت بدلون پر محصول بدلون) (∆TC/∆Yد ویش له مخې
محاسبه کېږي .د محصول هر واحد اضافي لګښت ټاکل د دې لپاره مهم دي ،چې په کومه کچه د منابعو
څخه د ګټې اخیستنې په بنسټ څومره تولید لوړ کاندي.
.dمجموعي ثابت لګښت : TFCد هغه ټولو لګښتونو مجموعه ده ،چې یو شرکت یا یوه تصدۍ یی تادیه
کوي .او د محصول د مقدار په بدلون کې کوم رول نه لري .لکه په یوه کرونده کې د څو خونو جوړولو
لګښت او نور.
.eمتوسط ثابت لګښت : AFCد مجموعي ثابت لګښت پر محصول د ویش څخه په الس راځي
. AFC=TFC/Outputکه چېرې محصول زیاتوالی کول ،نو متوسط ثابت لګښت کموالی کوي.
.fمجموعي لګښت : TCد مجموعي متحول لګښت او مجموعي ثابت لګښت د یوځای کېدو څخه په
الس راځي TC=TFC+TVC
.gمجموعي متوسط لګښت : AFCد مجموعي لګښت ویش پر محصول څخه په الس راځي.
.ATC=TC/Output
دکروندې کاروبارکې د کرنیز اقتصاد د بنسټونو موخې او اهمیت:
دکرنیز اقتصاد د بنسټونو تطبیق د کروندې دکاروبار(کرنیز کاروبار) خورا زیاتې ستونزې حلوي.
الندې دکرنیز اقتصاد بیال بیل بنسټونه دکروندې مختلفې ستونزي له منځه وړي.
.1د نزولي بهرې قانون :د نزولي بهرې قانون کروندګرو سره په تصمیم نیونه کې مرسته کوي؛ تر څو د
تولیدي عامل د ګټې مناسبه اندازه په کرونده کې وکاروي.
.2تعویضي قانون :تعویضي قانون هم کروندګرو سره په تصمیم نیونه کې مرسته کوي ،تر څو د متبادلو
الرو چارو د استعمال په بنسټ د تولید ټاکلې کچه په کم لګښت او د منابعو د غوره ترکېب په ذریعه
حاصل کړي.
.3د مساوي اضافي ګټې قانون :دا قانون په هغه وخت کې د اجرا وړ دی ،چې منابع یا عامل محدود وي.
همدارنګه دا قانون کروندګرو ته الرښونه کوي ،چې د کروندې څخه د اعظمي ګټې السته راوړلو لپاره
محدودې سرچېني په غوره توګه تخصیص کړي.
.4د مقایسوي ګټې قانون :د دې قانون په بنسټ بیال بیل ډوله کروندې تاسیس کېږي .ځانګړي ،مخلوطي،
او متنوعې کروندې د دغه قانون تهداب دي.
.5د لګښت اصول :دغه قانون ډیرې مهمې نکتې ته اشاره کوي ،چې د اضافي لګښت په بنا اضافي ګټه په
الس راځي.
.6د تصديو د ترکېب بنسټ :دغه اصول او اساس د تصدۍ انتخاب ستونزې له منځه وړي ،په دغه قانون
کې د هرې تصدۍ بیال بیلې اندازې چې د ترکېب لپاره پکار وړل کېږي ،بحث کوي.
د کروندې د مدیریت تاریخچه په هند کې دکرنیز تمدن د تاریخچې سره تړلی دی .د سانسکریټ په
ماخذونو کې د کروندې یا فارم د مدیریت ورڅنۍ کړنې او د هغوی څخه د څارنې په اړه لیکنې تر سره شوي
دي Griffith .داسې نقل کوي“ د کرنې یو ځوان متخصص په سیمه کې په داسې حال کې ګورو چې یوې
کوي او د Indraڅخه غواړي ،چې د دوی کارګر نیکمرغه کړي .تر لمر لویده دغه ځوان کارګر بیا د غواګانو
روزنه پر مخ وړي او د غواګانو څخه شیدې ترالسه کوي او بیا د کورنۍ ټول غړي په شیدو او ځیني غلو دانو
خوښي لمانځي”.
لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه چې د کروندې مدیریت نه یوازې ریفرینسونو ته اشاره کوي؛ بلکې د
اورښت ،خاورې ،نباتاتو او حیواناتو په اړه د پریکړې نیونې ژوره مطالعه هم ترسره کوي کوم ،چې د کروندې د
تنظیم بنسټ او مفهوم تشکېلوي.
“ دکرنې او ژوندکولو لپاره د باران اوبه ډیرې اړیني دي .پس په ډیره لیوالتیا سره باید د اورښت په اړه علم تر
السه شي”.
- Atharveda
“د شیدو او کوچو په عرضه کولو کې زیادښت د خاوري نوعیت ،د وښو په کېفیت او اوبو سره سیده اړیکه
لري”.
_ Aethashashtra
د ۱۲۲۱-۳۱کلونو په دوران کې دکرنیز اقتصاد پروفیسور P.C. Patilلخوا په پونا او ممبۍ کې د
کروندې دتنظیم په اړه یوه جامع پلټنه ترسره شوه .نوموړي د ممبۍ ریاست په جنوب لویدیځه برخه ،په ۶
ولسوالیو کې چې ۱۴ساحې یی تر پوښښ الندې نیولي وې ،د خپلې څیړنې اصلي ځای یاد کړ .او هم د
پلټنې پایله یی په یو وړ کتاب “principle and practices Farm costing with Farm
” studiesنومول شوی په ۱۲۳۳کال کې خپور کړ .دارنګه نوموړي فرصتي لګښت او د هغوی تخصیص
یوه نوې مفکوره چې د Cost Accountingله بنسټونو سره سمون لري رامنځته کړ.
د هند دولت د پالنیونې کمیسون او د پلټنې د پروګرام کمیټې د هیواد په ۶زونونو یعنې پنجاب ،اتارا
پردیش ،مادیا پردیش ،ممبۍ ،مدراس او لویدیځ بنګال کې ،د دریوکلونو په موده کې یعنې ۱۲۵۴-۱۲۵۷
کلونو کې د کروندې د تنظیم اقتصاد د مطالعې هلې ځلې شروع کړي .د دغه دریو کلونو راپور په ټول هند
یو پراخ او بنسټ لرونکی وو ،چې د پایلو زیاته توجو په کرنیز اقتصاد څرخیده .له دی وروسته ،دغه مطالعه د
اندراپردیش ،بیهار ،او اوریسیا ایاالتونو ته په ۱۲۵۷-۱۲۵۱کلونو کې وغزول شوه .په بنسټیزو نباتاتو باندې د
تولیدي لګښت پروګرام په مختلفو ایاالتونو کې د اقتصاد او احصایې ریاستونو لخوا په ۱۲۷۱-۱۲۷۱کلونو
کې ترې مالتړ اعالن کړ.
د بیالبیلو سیمو لپاره په ۱۲۵۴-۵۵کلونو کې د کرنیز اقتصادي څیړنیز مرکزونه جوړ شو ،چې دکلیوالي
اقتصاد لپاره په بیال بیلو بڼو په ځانګړې ډول د بازار د نرخونو د غوره کېدو لپاره یی کار کاوه.
د پالیسۍ جوړولو لپاره دې راپور غوره مالومات ترتیب کړ .اوس مهال کرنیز پوهنتونونه او انستیتیونه د
الندې شیانو په مطالعه ټینګار کوي.
فارم د جاری فعالیتونو د پرمخ بیولو او سرمایه ګذاری لپاره د مالی منابعو موندلو او لټولو ته وایی تمویل دوه منابع
لری (تمویل اساسی ) مهمه اوثابته منابع د فارم پس انداز دی چی له ګټی څخه حاصلیږی مګر کله نا کله تولید
ی برنامی او د فارم سرمایه ګذاری دومره پراخه شی چی د فارم پس انداز ورته هیڅ بسنه نه کوی او د فارم مدیر
خپل ضرورت وړ پیسو د السته راوړلو دکریدیت منابعو ته مخه کوی د سرمایه داري په نړی کی ډیر پرمختللی
سیمستونه موجود دی چی تولید کونکی ورڅخه په ښو شرایطو کی مالی منابع السته راوړی شی اما په افغانستان
کی تر اوسه پوری یو موثر مالی سیستم نه ده ایجاد شوی او بزګران مالی منابع نه شی الس ته راوړلی تر څو خپل
تولیدی فعالیتونه لکه څرنګه چی یی دوی یی غواړی پرمخ بوزی که چیری مالی منابع ترالسه کړی نو یوازی
دومره ګټه تری اخلی چی اکثره وخت ګټه تر پوښتنی الندی راځی.
د کریدیت منابع
۱ــ د کریدیت رسمی منابع له بانکوڅخه عبارت دی لکه د دکرنی پراختیایی بانک ،د کلیو پراختیا بانک ،د
صاداراتو د پراختیا بانک ،صنعتی بانک او ځینی دولتی او غیری دولتی موسیسی یا این جی اوز
--۲غیری رسمی منابع لکه تجارانو ،دالالنو خصوصی سکتور،دوکاندارانو ،خپلوانو او ملګرو څخه عبارت د ی.
رسمی منابع په کمه ګټه اما د یو خاص او مغلق طرزالعمل په اساس د تضمین له اخیستلو وروسته خلکو ته پور
ورکوی مګر غیری رسمی منابع په لوړه ګټه له تضمین او کوم خاص اداری طرزالعمل پرته خلکو ته پور ورکوی
پورونه د زمان له نقطه نظره په لنډمهالو(د شپږو میاشتو څخه تریو کال پوری) ،مینځ مهالو (له یو کال څخه تر
پنځو کالوپور ی) ،او اوږد مهالوپورو باندی طبقه بندی شوی دی له لنډ مهالو پورنو څخه معموال د تولید د عواملو
په پوره کیدو کی او له اوږد مهالو او منځمهالو پورنو څخه په فارم کی د لویو پروژو لپاره استفاده کیږی.
د فرضی یاپورونو هدف
د استعمال له نقطی نظره پورونه د تولیدی پورونو مصرفي پورونو په نوم یادیږی رسمی منابع یوازی تولیدی او
سرمایوی پورونه ورکوی اما غیری رسمی منابع بیا خلکو ته د تولیدی پورونو ترڅنک په مصرفی موخو کی هم
استفاده کوی او په همدی منظور معموال سود خورو ته مراجعه کوی او هغوی ته په مال ماتوونکی ګټه یعنی
۵۱ــ ۳ ۲۱۱پوری هغوی ته پور ورکوی چی اکثره غریب بزګران یی بیا د ورکړی توان نه لری او په پای کی د
ی ته اړ کیږی چی خپله ځمکه په پور کی سود خورو ته ورکړی داپروسه په کلیوالو کی له عامه خصوصیاتو
څخه ده او په اسیایی ،افریقایی او التینی امریکا هیوادونو کی خلک تری ډیره استفاده کوی چی داپروسه خلک
له کلیووالو سیمو څخه ښاری سیمو ته هجرت کولو لپاره هم تشویقوی .
د قرضونو او پورونو د ستونزو د حل په موخه داسیا په جنوبی او جنوب شرقی هیوادونو کیدو د مالی موسساتو
(بانکونو)شرکتونو او حکومتی موسساتو څخه پرته ګڼ شمیر نور سازمانونه د مالی منابعو د تقویی په موخه منځته
راغلی دی د ا سازمانونه د دقیقو او سنجول شویو ستراتیژیګانو څخه په پیروی سره د حکومتونو ،شرکتونو او
غیری دولتی سازمانونو (انجوګانو) په همکاری ډیر اړین خلک سره راټول کړی او دهمدی سازمانونو له الری
یوه اندازه د پام وړ پیسی د خلکو په خدمت کی ږدی تر څو خپلی سرمایوی ،تولیدی ،مصرفی او ټولنیزی
اړتیاوی تری پوره کړی د دی سازمانونو څخه یوه ډله چی دمدنی ټولنو د سازمان په نوم یادیږی چی په فلپین
،اندونیزیا ،هند ،پاکستان او بنګه دیش کی عمومیت لری .
له دقیقو ستراتیژیګانو څخه په استفادی سره د سازمان د غړو او غریبو خلکو لپاره د پام وړ مالی اواقتصادی
خدمتونه سرته رسولی د ی په سازمانونو کی د منابعو راټولونه له خلکو څخه رابیلیږی او په تدریج سره په لویه
دورانی سرمایه بدلیږی چی د هغه په وسیله د سازمان غړی او نور اړمن کسان کولی شی د یو تولیدی فعالیت د
سرته رسولو لپاره د سازمان څخه کمک ترالسه کړی .
یو له مهمو پروګرامونو څخه چی دمدنی ټولنو سازمانونو له خوا په کار اچول شوی او تجربی پرمختیایی هیوادونو
ته هم د غیر دولتی سازمانونو یعنی انجوګانو له الری انتقال موندلی د وړو قرضونو یا مایکروکریدیت پروګرام
څخه عبارت دی د دی پروګرام د واحداتو له مالیی څخه یو هم د کوچینیو معامالتی او تولیدی واحدونو دایجاد
مالتړ دی ترڅو چی غریت خلک یو پایداره عاید ته الس رسی ومومی د د ی پروګرام خصوصیت دادی چی
پروګرام له مالی نظره ټیکاو لرونکی ده او دا پروګرام د مدنی ټولنی لپاره هم د عوایدو یوه ښه منبع ده ځکه
کومی پیسی چی د پورونو د خدمتونو له مصارفو څخه اضافه کیږی په سازمان کی شاملیږی د وړو پورونو یو ښه
پروګرام دټولنی لپاره هم ګټور دی کله دا پروګرام د محلی سود خورو قدرت کموی ټولنیزه سرمایه پیدا کوی او
همدارنګه په سازمانونو کی الډیرو خلکو ته د استخدام قدرت زمینه برابروی د مدنی ټولنو سازمانونه چی د وړو
پورونو پروګرام مخکی بیایی خپله لمړنی پانګه معموال د مرسته کوونکو څخه بالعوض ډول ترالسه کوی ترڅو
د دوی په پورونو دورانی سیستم پیل کړی یو شمیرنور داسی سازمانو چی په پیل کی د کوچنیو حاصیالتو الس
پوری کوی او وروسته د سازمان غړو ته د پورونو په چمتو کولو پیل کوی تجربو ښودلی ده چی داشان
پروګرامونو څخه په اکثرو برخو کی بریالی نتیجه حاصیله شوی ده .
که د مدنی ټولنو یو سازمان وغواړی چی د حقوقی نظره د تمویل په یو ه کوچنی موسسه تبدیل شی او خپل
عواید د مالی فعالیتونو له نظره اعظمی نقطی ته ورسوی په دی اړه یو لمړی قدم دادی چی د خپل فعالیت
جغرافیایی حدود او مشتریانو ګروپ ته او همدارنګه د خپلوخدماتو لمن پراخه کړی دمدنی ټولنو سازمان باید
هغو کسانوڅخه چی له سازمان نه پور اخلی هم ذخیری راټولی کړی تر څو خپل مالی وضیعت تقویه کړی او
همدرانګه د
اړتیا وړ پیسی له بانکونو او مالی موسساتو څخه السته راوړی تر څو د خپلو فعالیتونو لمن پراخه کړی .
د کروندی(فارم)اندازه
د فارم اندازه د کروندګرو په هوساینه کی مرسته کوی لوی کروندګر دکوچنی کروندګرو په نسبت دمعیاری
ژوند څخه خوند اخلی د دوی دغه بهتر معیاری ژوند د دوی اوالدونه هڅوی چی د کروندی په شغل کی پاتی
شی دکروندی سره د کروندګرو عالقه کروندګر ته داعظمی تولید دترالسه کولو وړتیا ورکوی .
یو هیواد دکروندی د اندازی د جوړښت په اساس په کرنه کی دا ډول جوړښت په چټکی سره پرمختګ ورکوی
چی کرنیز محصوالت زیات اندازه تولید کړی .
په هندوستان کی دمیراث قانون د ځمکی اندازه یو نسل بل نسل ته کوچنی کړی .فرعی ویش له یوی خوا د فارم
اندازه کمه کړی او له بلی خوا د شتمنیو اندازه په لوړه کچه د ویش په اساس کمه شوی چی د کروندی سره
تړلی د کورنیو عاید د کلونوپه تیریدو سره کمه او په اوسنی وخت کی نه شی کولی چ ی کافی اندازه عاید
ترالسه کړی ترڅو مطمین مناسب ژوند تیرکړی .
:۱د فارم داندازی ډول ډول ګروپونه شتون لری چی په الندی توګه یادونه کوو.
:semi mediumهغه کروندی دی چی اندازه یی له دوه هکتاره څخه تر څلور هکتاره پوری وی. :3
:mediumهغه کروندی دی چی اندازه یی له څلور هکتاره څخه تر لس هکتاره پوری وی . :4
کله چی د فارم د اندازی په اړه خبری راپورته کیږی نو په عادی توګه کوچنی او لوی فارمونو ته راجع کیږی په
لویو فارمونو کی نسبت کوچنی فارمونه ته د منابعو د استعمال بهترین موثریت لیدل کیږی .
د نامساعدو کلنو په جریان کی چی قیمت لرونکی او قیمت نه لرونکی عوامل چی په ګډه سره په کاراچول
کیږی د لویو کروندو دزیان کچه نسبت کوچینیو کروندوته په څرګنده توګه لوړوی مګر په لویو کروندو کی یو
څرګند ظرفیت لیدل کیږی چی دکوم په واسطه چی په پښو ودریدلی شی ولی په کوچنی کرونده کی دا
ظرفیت نه لید ل کیږی په هر صورت د دواړو کروندو لپاره غوره اقلیمی شرایط او غوره نرخ د ارزښت په ترالسه
کول کی لمړیتوب لری دا هغه بهتر څه دی چی کوم چی د کروندګرو د ټولنی لپاره واقع کیدای شی مګر دا
ډول پیښه په مکرر ډول نه شی واقع کیدای اکثره وخت چی غوره اقلیمی شرایط برابر شی بیا غوره قیمتونه نه شی
ترالسه کولی .که چیری غوره قیمتونه ترالسه شی ممکن چی اقلیم د نباتی محصوالتو تولید له منځه یوسی.
کوچنی کروندی د نوی او اصالح شوی تکنالوژی په الره کی یو لوی خنډ دی دکروندی کوچینوالی له یوی
خوا د کرنی دمیکانیزه کیدو مانع ګرځی او له بلی خوا د کوچنیو کروندګر د اخیستلو توان دوی ته د تخمونو
دنوی ویرایټیو ،سرو او نورو عصری تولیدی عواملو د استعمال اجازه نه ورکوی .دغه کوچینی کروندګر نه شی
کولی چی د خپلو کروندو څخه د خپل معیشیت لپاره کافی اندازه عاید ترالسه کړی نو خپل ملکیت خرڅوی
یایی کموی او د خپل ژوند د تیرولو لپاره په کرونده کی د مزدورپه توګه کار کوی او یا د نورو کارونوپه لټه
کی دښاری ساحو ته مهاجرت کوی.
:۳د ټولنی له نظره لوی کروندی ممکن ښه ونه ګڼل شی ځکه لوی کروندی متمرکز اقتصادی قدرت رهبری
کوی او له دی امله د ټولنی ضد ګرځی.
:۴کوچنی کروندګرد اقتصادی فشارونو په مقابل کی یا د غیری مناسب اقلیمی شرایطو له پیښدونکو زیانو سره
مقاومت کوالی شی .
:۱دکروندی کوچینی اندازه د بهترینو ترالسه کیدونکی وسایلو او بهترینو تولیدی میتودونو استعمال د کروندګرو
په واسطه ناممکن ګرځوی.
:۲کوچنی کروندی نه شی کولی چی دکروندګرو د کورنی د غړو لپاره fulltimeکار د ټول کال په جریان
کی برابرکړی.
:۳د بازار موندنی ګټی کوم چی د لوی کروندی د کروندګرو په واسطه ترالسه کیږی په کوچنی کروندو کی نه
لیدل کیږی کوچنی کروندی په کمه اندازه د دی وړتیا لری چی خپل محصوالت د خرڅالو لپاره په منظم توګه
عرضه کړی او هم دوی نه شی کولی چی ضرورت وړ توکی په زیاته اندازه واخلی ترڅو ګټه ترالسه کړی .
:۴بله ستونزه چی کوچنی کروندګرورسره مخامخ دی هغه د ضرورت وړ قرض السته راوړل دی په مناسب نرخ
سره .
: ۵په فی واحد محصول باندی د مجموعی مصارفو لکه د استهالک ،ساتنه،ذخیری او داسی نور لوړوالی
:۲په لویو کروندو کی دکارموثریت لوړ وی ځکه چی د یو کارګر د کار مولدیت زیات وی او کوچنی کروندی
د دغه امتیاز څخه خوند نه شی اخیستی .
:۳په لویو کروندو کی د ماشین االتو او نوو وسایلو داستعمال په اساس سره بهترینه ګټه السته راخی چی له دی
امله د فی واحد تولید مصارف کمیږی .
:۵د عرضی په رانیولو کی لکه د محصوالتو ترتیبونه ،لوی کروندی دکوچنو کروندو په نسبت زیات مزیت
ترالسه کوی د تولیدی عواملو لکه تخمونو ،کیمیاوی سری،حیوانی غذاګانی او داسی نورو مجموعی خریداری
په اساسا د فی واحد تولیدی عامل قیمت کمیدل.
:۶د کروندی مشخص کول په لویو فارمونو کی د کوچنی فارمونو په نسبت ممکن وی کوم چی په عادی ډول
اختصاصی کیدل دی .
:۱د قیمتونو دنامناسب چاپیریال نتایج په زیاته اندازه زیان لرونکی دی په لویو فارمونو کی نسبت کوچنی فارمونو
ته په اساس د زیاتی سرمایه ګذاری او په مشابه ډول د لوړ تاوان سره مخ وی د کم حاصیل کلنو په جریان کی .
:۲کله چی د لوی کروندګرو اړوند ځمکی حاصیل خیزی کمه وی او داصالح کیدو وړ نه وی په داسی حاالتو
کی کروندګرزیات زیان ګالی یقینا دا یو ځانګړی حاالت دی .
:۳په لویو فارمونو کی دکارګرانو غیری موثر مدیریت لوی زیانونه رامنځته کوی.
:۱د کروندګر د پانګی کچه :هغه پانګه چی کروندګر یی په واک کی لری او غواړی په هغه کار پیل وکړی
ډیره اړینه ده د پانګی کچه په تصمیم نیونه او د ګټی په سطحه کی تعین کونکی عامل د ی د دی موضوع لپاره
دوه دلیلونه شتون لری
ــــ که کروندګر لږه پانګه په واک کی لری ګټه به یی هم لږ وی
ـــ د پانګی اندازه د قدرت د السته راوړلو او د عمل د ترسره کولو لپاره له هر بل عامل څخه مهم دی .
:۲د مدیر استعداد او لیاقت :د ګټی دالسته راوړنی او زیاتونی لپاره یواځی پانګه تعین کونکی عامل عامل نه دی
بلکه د کروندی مدیریت د پانګی ترڅنګ له ستر ارزښت څخه برخمن دی ځکه دمدیریت په مرسته کولی شو د
تولید عوامل په ښه بڼه یو له بل سره ترکیب کړو او ښه پایله السته راوړو که د کروندګر له دوو ګروپونو سره
چی د مساوی پانګی او یو شان ځمکو لرونکی وی دکرنی کار پیل کړو د ګټی ګروپ به زیات ولری چی ښه
مدیریت یی درلوده او مدیرکولی شی د تولید عوامل په ښه شان سره ترکیب کړی او ډیره ګټه السته راوړی .
:۳د کورنی روغتیا :روحی او جسمی ناقراری اوتصادفات امکان لری د محصول په ټولونه او په پای کی د ګتی
په کچی باندی ډیری اغیزی ولری
حتی که د تولید نور عوامل په یو ټکی کی سره برابر وی امکان لری یوه کرونده د بلی کروندی په پرتله ډیره
ګټه ولری څرنګه چی د جمیعت او دوګړو ګټی تل د بدلون په حال کی دی په همدی ډول د بیالبیلو
محصوالتولپاره غوښتنی هم د بدلون پیداکوی په کلونو کی مصرف کونکی دغلی داخیستلو او مصرفولو لپاره
زیات تمایل ښیی او په ځینو کلونو کی غوښی ،سابه ،میوو سره خپله مینه ښیی نو ځکه د کروندګر مطالعه په دی
اړه د اهمیت وړ ده .
:۵وخت پیژندنه
:۶اقلیم
د بریالیتوب لپاره اغیزمن عوامل ډیر دی خو په لنډه توګه د یوکروندګر د بریالیتوب علت او د هغه ځانګړنی
بیانوو.
کروندګر باید په نورو کارونو کی هڅه وکړی او د کرنی د اصولو څخه په بشپړه توګه خبرتیا ولری هغه باید تل
له تجربه لرونکو کروندګرو او د ترویج د مامور سره په اړیکه کی وی او خپل مسای ل او ستونزی له هغوی سره
شریکی کړی او د هغوی د له منځه وړلو لپاره د هڅه وکړی .
ـ په کرنه کی تجربه
:۱نفوس : populationد نفوسو کثافت د کروندی اندازه تر اغیزی الندی راولی د مثال په توګه د نفوسو فشار
د کروندی اندازه کموی په هندوستان کی نفوس په همدی ډول مخ په زیاتیدو دی او د ځمکی کچه مخ په
کمیدو ده له امله دکرنی کاروبار ډیر زیات متاثرشوی.
:۲د بودیجی موجودیت : Availability of fundکروندګر دیو زیات اندازه پیسو په واسطه فقط دکروندی
چاری په کامیابی سره پرمخ وړلی نه شی بلکه دوی په داسی یو حاالت کی وی چی یو زیاته اندازه ځمکه هم
خریداری کړی.
:۳اقلیم : climateدکروندی اندازه د اقلیم په اساس هم متاثره کیږی لکه د زیات بارانو په اساس دکرنیزی
ځمکی له منځه تلل .
:۴مدیریتی وړتیایی : managerial abilitiesدمدیریت مهارتونه هم دکروندی په اندازه باندی اغیزه کوی یو
کروندګر د ښه مدیریتی مهارتونو د درلودلو په اساس کولی شی چی لوی فارمونه اداره کړی.
:۵د ځمکی پوښښ land ceilingsد ځمکی د اندازی مسولیت سپارل هم د ځمکی اندازه او پوښښ تر
اغیزی الندی راوړی لکه چی د ایاالتی حکومت په قوانینو کی راغلی .
:۶د ابیاری د اوبو موجودیت availability of irrigation waterد اوبو الندی شرایطوکی په عمومی
توګه لوی کروندی اداره کیدای شی د ټانک او کانال په واسطه اوبه کیدونکی کروندی په مقابله د تیوب ویل په
واسطه اوبه کیدونکی ځمکی ،کروندګر د دوی څخه هغه کروندی انتخابوی کوم چی اقتصادی وی .
: ۷توسعوی او تجدیدی کرنه : extensive and intensive cultivationپه توسعوی کرنه کی یو لویه
ساحه کیدای شی چی د کرالندی راشی او د تشدیدی کرنی په مهال د کروندی اندازه کوچنی وی .
: ۱تطبق د تکنالوژی : technology to be adoptedپه ځمکی سپما کونکی تکنالوژی کی د ځمکی
اندازه کوچنی وی د ځمکی پراخوونکی تکنالوژی پرمهال د ځمکی اندازه پراخه وی .
:۲د محصوالتو له منځه تلل او دوام وړتیا :perishability and durability of commodities
دمحصوالتو د خرابیدل خواص دکرساحه محدودوی لکه دسبزیجاتو کرهنه .دمحصوالتو د دوام وړتیا د ځمکی
پراخوالی تشویقوی.
:۱۱دمیراث قانون : law of inheritanceد میراث قانون هم د ځمکی په اندازه اغیزه کوی او ځمکه د دغه
قانون په اساس په واریثینو ویشل کیږی چی په د ی اساسی د ځمکی مالکیت اندازه کمیږی.
:۱د هکتارو او ایکړو شمیر : number of acers and hectaresپه ټوله نړی کی د کروندی داندازه
کولو لپاره له دغه مقیاسونو څخه کار چی ایکړ او هکتار دی کار اخیستل کیږی کوم چی په اسانی سره د پوهیدو
وړ د ی مګر دا یو دقیق مقیاس نه شی کیدای ځکه چی دا نور عوامل لکه کارګر او پانګه نه شی محاسبه کوالی
.
دغه میتود نشو کوالی چی د دوو فارمونو دمقایسه لپاره کوم چی په مختلفو کرنیزو اقلیمی شرایطو کی واقع د ی
استعمال کړو .د مثال په توګه د rayalaseemaسیمی د Andhra Pradeshایاالت ۵ایکړه کرونده د
deltaسیمی د coastal Andhraایاالت د ۵ایکړه کرونده سره مقایسه کولی نه شو .
: ۲کارګران labourمجموعی استخدام شوی کارګران (معادل د مزدور) په یوه کرونده کی یو مقیاس کیدای
شی د فارم د اندازه کولو لپاره .خو بیاهم دا یو دقیق مقیاس نه شی ګرځیدلی ځکه چی د کارګرانو استخدام د
نبات په ډول او پکار اچول شوی تکنالوژی سره توپیر کوی سربیره پردی چی ځمکه او سرمایه له نظره غورزول
شوی.
:۳مجموعی سرمایه : total capitalد کروندی په جوړښت کی مجموعی پانګه کوم چی سرمایه ګذاری شوی
لکه د فارم ماشین االت ،دفارم تعمیرات او اهلی حیوانات او داسی
نورهم د یو مقیاس په توګه دکروندی د اندازه کولو لپاره استعمالیږی دغه هم یو غوره مقیاس نه شی کیدای ځکه
چی په دغه مقیاس کی کارګر او سرمایه له نظره غورزول شوی.
: ۴د محصوالت ارزښت : value of productionپه دغه میتود کی د یو فارم د یو کال په جریان کی د
ټولو ترالسه شویومحصوالتو ناخالص ارزښت حسابیږی دغه میتود د د کرووندی د اندازی د ښودلو لپاره یو ډیر
دقیق میتود دی ځکه چی په دغه مقیاس کی ټولی منابع ځمکه ،کار ،سرمایه په نظر کی نیول شوی .
خو بیا هم دغه طریقه په مکمل ډول د ستونزو څخه خالی نه دی لکه کچری فزیکی تولید په مختلفو کلنو کی
یوشان هم وی د قیمتونو د تغیر له امله د تولیداتو ارزښت تغیر کوی .
همدارنګه تولیدات د اداره کونکی په وړتیاوو پوری اړه لری کوم چی اجراکونکی دی.
ځلورم فصل
برخو کې د یوی کورنۍ غړي د خپلو کروندو سره نه بیلیدونکی اړیکی لري .ځکه نو د یوې کورنۍ اهداف یا
موخی د کروندې د اهدافو سره نه شلیدونکی اړیکې لري .کروندګر د خپلو کروندو سوداګري پرمخ وړي او د
خپلو کروندو په هکله پریکړه نیونکي هم دوی دي .هر څوک چې کروندګر وي د کروندې اړوند پریکړو په
هکله دی خپله پریکړه کوي .د دې لپاره چې ډاډمن وو چې د کروندې په اړه پرځای پریکړه شوی ده نو
کروندګر ،د حیواني او نباتي تولیداتو لپاره په اړینو منابعو باندې باید پوره کنټرول ولري .که کروندګر غواړي
چې خپل پیداوار په مارکیټ کې خرڅ کړي نو باید د مارکیټ په اړه پوره مالومات هم ولري.
خوړییز خوندیتوب د هری کروندګری کورنی د لمړنیو اهدافو یا موخو څخه ګڼل کیږي.
خطرونه کوالی شي چې د کروندئ ګټې له ګواښ سره مخ کړي او د کروندې عواید راکم کړي.
هره کورنی غواړي چې په ټولنه کې ښه نوم او نښان ولري او په هر څه باندې دی ته ډیر ارزښت ورکوي
خوراکي خوندیتوب یا مصؤنیت ) (Food Security
هره کورنی باید ډاډه واوسي چې په روان کال کې د خوراکي موادو له کمښت سره نه مخ کیږي او په کافي
اندازه ،پاک ،خوندي او مناسب خوراکي توکي لري .دا د هرې کروندګرې کورنۍ لومړنۍ موخه یا هدف دی په
ځانګړي ډول هغه کورنی چې کرونده یې یوازې او یوازې د عاید د تمویل سرچینه وي.
کروندګر باید پریکړه وکړي چې د خپلی کورنۍ د خوړییز خوندیتوب لپاره کومه الر
غوره ده.
یا دا چې
په مارکیټ کې د خرڅالو لپاره یې تولید کړي او په الس ته راغلو پیسو باندې د کور
اړتیا وړ توکي راونیسي.
یا داچې
پیسو ته اړتیا لري .د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کرونده یوازینی منبع یا
سرچینه ګڼل کیږي نو ځکه دوی مجبور دي چې خپله ګټه د خپلی کروندې څخه ترالسه کړي.
د دې لپاره چې کروندګر ګټه ترالسه کړي نو باید د تولید عوامل له بازار څخه واخلي ترڅو په ځمکه باندې د
استعمال په نتیحه کې محصول تولید کړي او تولید شوی محصول باید په بازار کې خرڅ کړي .طبیعي ده که د
دوی عواید د لګښت په پرتله ډیر وي نو ویالی شو چې نوموړي کروندګر ګټه کړی ده .که د کرکیلی هدف یا
موخه ګټه وي نو کروندګر باید ځانته موخې یا هدفونه وټاکي چې په نتیجه کې به ډیره ګټه الس ته راوړي.
د کورنی لپاره د خوراکي توکو برابرولو او یا په مارکیټ کې د خرڅالو لپاره د تولید ترمنځ پریکړه کومه اسانه
خبره نده .د ټولې کروندې څخه څومره یې باید د نغدو پیسو لپاره ځانګړې شي ؟ ایا ټوله کرونده دیته ځانګړی
کړو چې ټول تولید مارکیټ ته وړاندې کړو او که یوه برخه یې دیته ځانګړی کړو چې کورنۍ ته هم څه
خوراکي توکي برابر کړو.
د ګټی د السته راوړلو لپاره کرکیله لږ ستونزمن کار دی ځکه چې په مارکیټ کې لوبغاړي ډیر وي او د سیالی
ایجاب کوي .په دې مانا چې کروندګر هم باید ښه مهارتونه ولري او هم باید یو ښه مدیر وي.
د خطرکموالی
که څه هم په کرونده کې ګټه یو مهم اصل دی خو بیا هم ډیر کروندګر د خطرونو د کمولو په فکر کې وي.
کروندې د ډول ډول خطرونو سره مخ کیدای شي .ښایي بارانونه ډیر کم او یا هیڅ ونشي ،ښایي د توکو قیمتونه
راوغورزیږي او یا هم کیدای شي افتونه او مرضونه د بوټو ( نباتاتو ) حاصل کم کړي .دا هغه خطرونه دي چې
کروندګر ورسره مخ کیږي.
سره د دې چې ګټه یو په کرونده کې خطر کیدای شي په هغه عاید کې ډیر تفاوتونه رامنځ ته کړي
مهم هدف دی خو د
خطر کمول هم یوه چې د هر کال د کروندې څخه الس ته راځي .کوچنیو کروندګرو په ځانګړي
عمده اندیښنه ګنل کیږي
ډول بې وزلو کروندګرو لپاره مهم هدف ژوندي پاتې کیدل دي .د امنیت شتون
د ټولو خلکو هیله ده خو ځینی کروندګر بیا دا د ګټی السته راوړو څخه ډیر مهم
ګڼي .د خطرونو د کمولو او د ګټی د زیاتولو ترمنځ ټکر نه راځي .هغه کروندګر چې د
خپلو کروندو څخه ډیره ګټه ترالسه کوي د کال په بدو شرایطو کې په ځانګړي ډول په هغه وخت کې چې د
ځمکې حاصل او قیمتونه یې ټیټ وي ژوند به یې هوسا او ارام وي.
ټولنیزې موخې
ډیر کروندګر د ډیرو پیسو ګټلو په پرتله په کور کلي کې نوم نښان ته ډیر ارزښت ورکوي.
او ځینې نور یې بیا کیدای شي چې د غواګانو د ساتلو سره هیڅ لیوالتیا ونلري .دا ډول عکس العملونه په یوه ټولنه
کې د کورنۍ دود او دستور ،کلتور ،مذهب او په ټولنه کې د حیثیت سره اړیکی لري.
مخکې لدې چې کروندګرو ته د کروندې د ښه مدیریت په هکله سمه الرښونه وکړی پکار ده چې تاسو لومړی
دوی ته د کروندګر او د دوی د کورنی د موخو یا اهدافو او د دوی د انګیزې په هکله رڼا واچوی.
یو لړ پوښتنې چې د ترویج کارکونکی یې باید د کرونګر څخه پدې اړه وپوښتي دا دي :
ایا تاسو غواړی چې د خپل اړتیا وړ ټول خوراکي توکي تولید کړی .؟
دا تاسو ته څومره مهمه ده چې ډیره ګټه ترالسه کړی او بیا د اړتیا وړ توکي وپیری .؟
تر کومی کچی تاسو خطر منی .؟
ایا تاسو د کورنۍ ،ټولنیزو چارو او یا د تفریح لپاره د وخت ځانګړي کولو هیله لری .؟
ایا داسې نباتات شته چې تاسو یې کرلو ته لومړیتوب ورکوی .؟
ایا داسې نباتات شته چې نه کرلو ته یې لومړیتوب ورکوی .؟
د کروندګرو غوره توبونه او موخې (اهداف) د دوی په هغه پریکړو باندې اغیز شیندي کوم چې دوی
یې د تشبثاتو په هکله کوي .څشی وکري؟ څنګه یې وکري؟ څومره یې وکري؟ او چا ته یې وکري؟
دغه موخې (اهداف) کروندګر سره په پریکړو او انتخاب کې مرسته او الرښوونه کوي.
موخې (اهداف ) د خوښیو لپاره ټاکل کیږي .کله چې یو کروندګر
پیسې ګټي ،د خپل ځان د پاره نه ،بلکه د خپلی کورنی د اړتیاوو
کله چې یوه کورنی د پوره کولو لپاره یې ګټي .ګټل شوی پیسې یوازې او یوازې هغه
ټاکلي اهداف
وخت د خوښی وړ ګرځي چې په مسؤالنه ډول ولګیږي
(خوراکي توکي ،کټه
او په ټولنه کې نوم او (مصرف شي ) او یا هم دا چې د کروندګر د موخو سره سمون
نښان ) السته راوړي وخوري .ډیرې کمی کورنۍ به په دې راضي وي چې ګټل شوی پیسې
نو د دوی د خوښی
نه مصرفوي .دا ډول مفکوره هغه وخت رامنځ ته کیږي چې کله توکي
وړ ګرځي
په داسې قیمت راونیول شي چې د ګټی تمه ترې نشي کیدای .په نتیجه
کې ویالی شو چې د یو کروندګر تر ټولو ستره موخه داوي چې خپله
خوښي لوړی کچې ته ورسوي .خو دا ګټه باید د ټولی کورنۍ د خوښۍ وړ
وګرځي نه د کورنۍ د یو شخص .که یو کروندګر د کروندې څخه ډیری پیسې
السته راوړي او بیا دی ورباندې مزې چړچې کوي نو دا د کورنۍ د خوښۍ سبب نه
ګرځي.
تاسو د ترویج د کارکوونکي په صفت اړ یاست چې د کروندګرو د موخو (اهدافو) په هکله وسیع یا
پراخه فکر ولری .دا به تاسو ته ددې ترڅنګ چې کروندګر څرنګه پریکړې کوي په نورو ډیرو شیانو
هم پوه کړي.
د بیلګې په ډول ،کله چې یو کروندګر د ګټې د لوړولو په خاطر یو تشبث ټاکي کیدای شي چې دا د
کال څخه بل کال ته د تولید او عاید د لوی توپیر نتیجه وي .ددې مانا دا ده چې کروندګر هغه محصول
ټاکي چې د لوړ محصول او عاید تمه ترې لري.
پنځم فصل
د تولید عوامل
تولیدي عوامل د هغو منابعو څخه عبارت دي چې د اشیا وو په تولید کې ورته اړتیا لیدل کیږي .چې ډیر عمده
یې په الندې ډول سره دي.
طبیعي منابع
کار
پانګه یا سرمایه
همدا رنګه ځینې اقتصاد پوهان منجمنټ او اداره هم ورګډوي.
طبیعي منابع
طبیعي منابع د ستر څښتن تعالی (اهلل ج ) په خپلو مخلوقاتو لورینه ده چې د خپل هوسا ژوند
تیرولو لپاره تری ګټه پورته کړي .په دې طبیعي منابعو کې ځمکه ،اوبه ،خاورې ،ځنګلونه ،اورښتونه او
داسې نور پکې شامل دي .دا هغه طبیعي منابع دي چې د انساني کوششونو په نتیجه کې الس ته نشي
بزګران باید په ښه راتالی.
او ممکنه الر د
. 1ځمکه :کروندګر کیدای شي چې د کروندی لپاره خپله ځمکه ولري
طبیعي منابعو څخه
ګټه پورته کړي او یا هم یوه څه اندازه ځمکه اجاره کړي .همدارنګه کروندګر
د خپل کور شا اوخوا لږ څه ځمکه ددې لپاره هم ساتي چې میوه لرونکی
ونی ورباندې کښینوي او یا هم ترکاري ورباندې وکري .اکثره کروندګر
ځینی شریکی ځمکې هم لري چې په ګډه ترې استفاده کوالی شي
لکه ځنګلــــونه او څړ ځایونه.
. 2اوبــــه :کروندګر په مستقیم ډول باراني اوبو همدا رنګه د چینو اوبو ،د بندونو ،څاګانو او د خوړ
اوبو ته السرسی لري .دا اوبه کیدای شي چې په خپلو ځمکو کې وي او یا هم د شریکو منابعو څځه
وي.
کاریګر (وخت)
په کرونده کې د کروندګر ،د کروندګر کورنۍ او د ګمارل شوو کسانود کار څخه عبارت دی .دا
بشري قوه ده چې ټولی کروندی ورته ضرورت لري .کروندګر د بشري قوې درې ډوله مختلفی منابع په
الس کې لري چې د کروندې په کارونو کې تری ګټه پورته کړي .لمړی هغه ډله کاریګر چې د خپلی
کورنی لخوا یې برابر کړي ،دوهم هغه ډله کاریګر چې د پیسو په مقابل کی یې وګماري او دریم چې د
پَګـَـــــړی یا اشر په ډول کروندګر د یو او بل سره کومک کوي.
پانګه یا سرمایه
ځمکه او کاریګر به هغه وخت ډیر مؤثر واقع شي چې په کافي ډول پانګه یا سرمایه موجوده او پر ځای
ګټه تری پورته کړو .ځینی وختونه اړتیا لیدل کیږي چې ځمکه د ګنده بوټو څخه پاکه شي ،وکرل شي،
خړوبه شي او یا هم زهکشي شي نو په دی صورت کې اوبو ته اړتیا لیدل کیږي او د اړتیا وړ اوبه مونږ
هغه وخت پوره کوالی شو چې د اوبو بندونه ،زخیرې او کانالونه جوړ کړو .په ځمکه باندې د دغه
تاسیساتو جوړول؛ سرمایې یا پانګې ته اړتیا لري .په ساده ډول ویالی شو چې پانګه* یا سرمایه هغه
تولیدي عامل دی چې د انسانانو د هــڅو په نتیجه کې منځ ته راځي .د اوبو بندونه ،سړکونه او ماشین
االت د تولیدي عامل په توګه په سرمایه کې شاملیږي .سرمایه په دوه ډوله ده .تلپاتی سرمایه
) (Durable Capitalاو زر له مینځه تلونکی یا جریاني سرمایه .تلپآتی سرمایه هغه سرمایه ده چې د
اوږده وخت لپاره په کرونده کې ترې ګټه اخیستل کیدای شي لکه ماشین االت ،تعمیر او نور .جریاني
سرمایه د هغه پیسو څخه عبارت دی چې په یوه خاص نمویي فصل کې ،تولیدي عوامل او نور مواد لکه
تخمونه او کمیاوي سری ورباندې اخیستل کیږي همدا رنګه د نورو توکو لګښتونه چې د عاید د الس
ته راوړلو څخه د مخه ادا کیږي لکه د کارګر اجوره ،د پالنې او ساتنې او د ترمیم لګښتونه.
ټول کروندګر د پانګی یا سرمایې څخه ګټه اخلي خو د کوچنيو کروندو څښتنان ډیر لږ نغدو پیسو ته
الس رسی لري همدا وجه ده چې په کوچنیو کروندو کې سرمایه (ماشین االت ،سامان االت او د تولید
نور وسایل) په کمه اندازه تر سترګو کیږي.
ډول ویالی شو چې پانګه د هغو پیسو د مقدار څخه عبارت دی چې خلک یې لري .
کرنییزه تصدي
اکثره کروندګر د مختلفو محصوالتو په تولید کې پراخه الس لري مانا دا چې دوی کوالی شي مختلف نباتات
لکه شولې ،جوار ،پنبه ،میوه جات او سبزیجات یا غواګانې ،پسونه ،وزی ،چرګوړي یا زمکني بادام (ممپلي) تولید
کړي .د دغه مختلفو محصوالتو تولید ته کرنیزه تصدي وایي .هر کرنیزه تصدي د تولید لپاره تولیدي عوامل
استعمالوي .هغه تولیدي عوامل چې په تولید باندې بدلیږي یا د تولید په پروسه کې ورڅخه ګټه پورته کیږي لکه
ځمکه ،کرونده ،بشري قوه ،تخمونه ،د حیواناتو خوراکه ،کمیاوي سری ،د حشراتو ضد درمل او سامان االت.
تولید د حیواناتو او نباتاتو محصول ګڼل کیږي او همدغه تجارتي محصوالت دي .د تولید او تولیدي عواملو تر
منځ اړیکي د بزګر په پریکړې پورې اړه لري کوم چې دی یې تولیدوي دا ډول اړیکو ته په اقتصاد کې د تولید
تابع ویل کیږي.
) (Competitive .1رقابتي
.2متمم ) (Supplementary
.3مکمل )(Complementary
په دغه ډول تصدی کې د څو شیانو د تولید لپاره په عین وخت کې یوازی او یوازی د یوې منبع څخه ګټه
اخیستل کیږي .د مثال په ډول ،که یو بزګر د دوو شیانو تولید لپاره په عین وخت کی په کافي اندازه بشري قوه
ونلري نو هغه وخت کوالی شي چې د یو نبات څخه زیات حاصل تر السه کړي چې د بل نبات د تولید د کښت
اندازه کمه کړي.
دوه تصدیو (محصوالتو) ته هغه وخت د یو بل متمم ویالی شو چې د یو محصول په تولید کې ډیروالی د بل
محصول په مقدار باندې کوم تاثیر ونلري .ډیر کرنیز محصوالت ؛ اوبو ،بشري قوه او کرنیز ماشین االتو ته د
ضرورت له مخی یو ښه مثال کیدای شي .مثال للمي وریجی او غنم او بو ته د ضرورت له مخي د یو بل متمم دي
په دې معنی چې که د اوبو یوه منبع په بشپړ ډول ابي غنمو ته ځانګړی شي نو د للمي غنمو په مقدار باندې به
کوم تاثیر ونلري .همدا رنګه هغه غنم چې په ژمي کې کرل کیږي بشري قوې ته د ضرورت له مخی د بهاري یا
پسرلني غنمو متمم ګڼل کیږي .په دې معنی چې که ټوله بشري قوه د بهاري غنمو کرلو دپاره تخصیص شي د
هغه غنمو په مقدار باندې هیڅ تاثیر ونلري چې په ژمي کې کرل کیږي نو ویالی شو چې دغه محصوالت د یو
بل سره ځکه په رقابت کې ندي چي په یوه وخت کې د منبع استعمال ته ضرورت نه لیدل کیږي .نو ویالی شو
چې دغه دوه محصوالت د یو بل متمم دي.
دا هغه ډول زراعتي محصوالت دي چې د یوه په کچه کې زیاتوالی ،د بل د کچې د زیاتولو باعث کیږي .یا په
بل عبارت؛ یو بل سره حمایه کوي .د مثال په ډول :که د زراعتي تناوب له مخی رشقه او غنم په پام کې ونیسو
او د څو کلونو لپاره رشقه وکرل شي نه یوازی دا چې د رشقې په تولید کې به زیاتوالی راشي ځمکی ته د
نایتروجن د نصب له کبله د غنمو په تولید کې هم زیاتوالی راځي .همدا رنګه د حیواني سرو ډیروالی د نباتاتو د
محصوالتو د کچې په لوړیدو کې مهم رول لوبوي .د حیواناتو او نباتاتو ترمنځ دا ډول اړیکی د مکمل تصدی په
نوم سره یادیږي.
:۱فزیکی نقشی پالنول :فزیکی نقشه یا فزیکی طرحه په اداری پریکړو پوری اړه لری لکه د باغ سرحدونه یا د
ځمکی سرحدونه یا د پټیو شمیر یا دا چی کومی برخی د کومو کارونو لپاره انتخاب شی د مثال په ډول د
مزرعی لپاره ،د ورکشاپ لپاره ،د ګودام لپاره او داسی نور.
همدارنګه د سرکونو نیږدیوالی د کروندګرو سره مرسته کوی تر څو کوال ی شی خپل محصوالت په اسانی سره
د تولیدی دستګاوو څخه تر بازاره پوری او د بازار څخه خام مواد خپلی کروندی پوری انتقال کړی .
ځینی ځمکی د دانه بابولپاره مناسبی وی ځینی د سبزیجاتو یا میوه جاتو لپاره مناسبی وی بلکی ځینی ځمکی د
نباتاتو لپاره مناسبی نه وی خو کیدای شی چی د حیواناتو لپاره لکه د چرګانو ،غوایانو یا د کبانو د فارمونو لپاره
مناسبی وی د ځمکی پیژندل د بزګرانو سره مرسته کوی چی ځمکی د خپلو تولیدی پالنونو د اهدافو سره مقایسه
کړی کیدای شی چی په مارکیت یا بازار کی د ځینو تولیداتو د خرڅـالو لپاره فرصت او چانس موجود وی خو
که چیری ځمکی ورته مناسبی نه وی نه شو کولی چی د نوموړی فرصت څخه استفاده وکړو.
کروندګر مشوری ته اړتیا لری چی کوم ډول تولیدات ولری او د بازار د کومو فرصتونو څخه استفاده وکړی
بزګر باید هغه څه تولید کړی چی په بازار کی ورته تقاضا زیاته وی او هغوی وکولی شی چی په موثره او ګټوره
توګه یی تولید کړی یعنی د بازار په هکله باید پوره تحقیق وکړی .
:۴د سرمایګذاری پالنول :د سرمایه ګذاری پالنول په الندی ډول ده
الف :هغه سرمایه ګذاری چی د تولیداتو بیه اصالح کوی لکه د بی موسمه تولیداتو لپاره تکنالوژی په اړه پانګه
اچونه کوی د مثال په ډول ګرین هاوس یا شنه خونه کی نباتات کرل.
ب :هغه سرمایه ګذاری چی د تولیداتو کیفیت اصالح کوی لکه د اصالح شوی تخمونو کرل ،منظمه ابیاری
...........
ج :هغه پانګه اچونه چی حاصیالت لوړوی لکه په مناسب وخت کی په مناسب ډول د کیمیاوی او حیوانی سرو
استعمال.
د :بله هغه سرمایه ګذاری چی اضافی ګټه ایجادوی لکه د پروسیس کولو ماشین االت کوم چی د تولیداتو
ارزښت زیاتوی .
همدارنګه هغه سرمایه ګذاری کوم چی د تولیداتو مصارف کموی لکه د کمیاوی درملواو میخانیکی وسایلو په
استعمال د مضره بوټو چی د اصلی بوټو سره رقابت کوی له منځه وړی
تجارتی کرنه یعنی په تجارتی کرنه کی باید مولدین په دی وتوانیږی چی داسی محصوالت بازار ته عرضه کړی
چی نور یی په تولیدولو کی مشکل ولری یا یی نه شی کولی چی تولید یی کړی .
هغه تصامیم چی د موسیسی یا تصدی په تنظیم کی په کار وړل کیږی ډیر زیات دی خو په عمومی ډول دالندی
خصوصیاتو له مخی تصامیم طبقه بندی کیږی .
اهدافو : Importanceد تصامیمو د لمړیتوب په معنی ده یعنی هر تصمیم نظر ضرورت ،اهمیت ،امکاناتو ،
،فوایدو او نواقصو په نظر کی نیولو سره نیول کیږی لکه د امراضو مخه نیونه .
نور یی : Frequencyهر تصمیم نظر د دفعاتو تعداد ته فرق کوی یعنی بعضی تصامیم د یو څخه دوه او ځینی
د څو ځلی لپاره نیول کیږی لکه د ګودام جوړول په فارم کی .د دی لپاره تصمیم یو ځل نیول کیږی ځکه
ګودام مونږ بیا په اسانی سره نه شو ورانولی .
: Revocabilityد لغوه کولو قابلیت :ځینی تصامیم په اسانی او په کم قیمت سره لغوه کیږی مګر
ځینی بیا په لوړ قیمت سره د لغوه کیږی بناء د تصمیم هغه نوعه دی انتخاب شی تر څو وکوالیی شو په اسانی
سره تغیر کړو .
: Availible Alternativeد بعضو تصامیمو لپاره څو انتخابه موجود وی مګر د ځینو تصامیمو لپاره
یو یا دوه انتخابونه موجود وی باید په یاد ولرو چی د چارو موافقانه تنظیم یواځی په صحیح تصمیم نیولو کی ده .
: production decision : ۱د فارم منیجر باید د ځینو ساسی سوالونو د ځوابولو لپاره کوم چی د فارم یا
تصدی په تولید پور ی مربوطیږی تصمیم نیسی دغه سوالونه د ځمکی منابعو ته شاملیږی چی عبارت د ی څه شی
تولید کړی ،څومره تولید کړی او همدرانګه د فارم منیجر باید تصمیم ونیسی چی په فارم کی عملیات څرنګه
تنظیم کړی او د خپل فارم تجارت لپاره وسایل څنګه په کار واچوی چی دا ډول تصامیم په دوه ډوله دی
: Stratigic decisionد هغو کسانو په واسطه نیول کیږی کوم چی د اداری په راس کی قرار لری چی د
اډول تصامیم ډیری سرمایه ګذاری ته اړتیا لری ځکه چ ی دوامداره تاثیر لری چی دا ډول تصامیم د تجارت
ساختمان یا شکل جهت ته تغیر ورکوی چی مثالونه یی په الندی ډول دی.
: Decision the best size of the farm 1د فارم مناسب اندازی پور ی اړوند تصمیم :
د ا تصمیم یو لړ فکت ورونو پوری اړه لری لکه د فارم اندازه یا مساحت ،د فارم نوعه ،د ځمکی نوعه یا ډول
،د ځمکی د استعمال شدت او همدارنګه د بزګر تنظیمی توانایی او داسی نور مختلف اندازه لرونکی فارمونه
د مصرف او د عملیو د موثریت له مخی نقصان او فایده لری د هر نباتی او مالداری تصدیو موثریت په دی
کی دی چی په ګډه یوه ساحه کی موجود واوسی تر څو اعظمی ګټه تری الس ته راشی په هندوستان کی
د کرنی خطرناکه کمزوی دا ده چی فارمونه یی غټ نه د ی چی د ټول فامیل لپاره د کار زمینه مساعد شی
د لونو فارمونو یوه فایده دا ده چی یو شمیر کارګرو ته پکی د کار زمینه مساعدیږی او همدارنګه کرنیز
ماشین االت په کی په ښه موثریت سره کار کولی شی هغه فارم زیات ګټور دی په کوم کی چی پورته
فکتورونه په نظر کی ونیسی او توان یی ولری .
د فارم لپاره تعمیر جوړول ډیری سرمایی ته ضرورت لری د فارم نوعه د تولید په نوعی او اندازی پوری اړه لری
یعنی څومره حیوانات روزی یا څومره نباتات تولیدوی د دی په په نظر کی نیولو سره د تعمیر په اړوند تصمیم
نیول کیږی لکه د چرګانو روزنی لپاره د تعمیر جوړول ،د غوایانو د روزنی لپاره تعمیر جوړول ،پروسیس لپاره او
د محصوالتو د ذخیری لپاره ګدام جوړول او نور .
: decision about mechaniary and labor program : 3د ماشین االتو او کارګرانو د پروګرام
په اړوند تصمیم :
یو د منجمنت د مهمو وسایلو د جملی څخه دی چی په کم مصرف د زیاتو حاصیالتو د السته راوړلو مناسبی
منابع او د هغی ترکیب انتخاب شی څرنګه چی ماشین االت او کارګرانو یو له بل سره تعویض کیدونکی دی نو
د کارګر ضرورت او امکانات د فارم اندازه او د مالی منابعو امکان او داسی نور دا ټول د هغه عوامل دی چی په
تصمیم نیولو کی مهم رول لری .
د ابیاری ،حفاظت او احیایی پروګرامونو په اړوند تصمیم :دغه ټول پروګرامونه د خاوری تولیدی ظرفیت
زیاتوی په تجارتی فارم کی د دغو پروګرامونو تطبق اوږد مهاله تاثیر لری د فارم اندازه د مالی منابعو امکانات او
د ځمکی د اوبو موجودیت او داسی نور هغه عوامل دی چی په ابیاری باندی تاثیر لری .
د تیراسونو جوړول د خاوری په ساتنی باندی تاثیر لری همدارنګه کرنیز عملیات د خاوری د احیاء سبب ګرځی
بنا پر دی کروندګر باید د ابیاری حفاظت او احیایی پروګرامونو کی مناسب او اقتصادی میتود په اړوند تصمیم
ونیسی .
Operational decision :Bعملیاتی تصمیم :دا ډول تصامیم کوم چی کمی سرمایی ته ضرورت لری
او کوالی شو چی په تکرار ډول سره نیول کیږی او همدارنګه تر کم وخت پوری تاثیر لری چی نمونی یی
عبارت دی .
: Adminstrative decision :2د فارم مدیر باید د تولید تصمیم تر څنګ اداری تصمیم هم ونیسی هغه
باید په دی مطمین شی چی د فارم کارونه په وخت او چی څرنګه مناسب وی تر سره کړی چی نوعی یی عبارت
دی له
: Finincing the farm business :aپه تجارتی فارم کی مالی تصمیم ګیری :بعضی بزګران شاید کافی
سرمایه ولری او ځینی نور شاید قرض وکړی چی دغه ستونزه دوه اړخه لری
دوهم :د فارم لپاره د سرمایی الس ته راوړل یعنی قرضوی یی.
بزګران د قرض اخیستلو لپاره تصمیم نیسی چی د چا څخه یی واخلی کله یی واخلی او څومره یی واخلی.
: Supervision of the work :bد کار څخه څارنه :د دی لپاره چی د فارم مدیر اطمینان حاصیل کړی
چی هر کار او وظیفه په موثره ډول په خپل وخت سرته رسیدلی د ی او که نه .نو له نږدی څخه باید نظارت
وکړی .
: Adjusting the government policies :cد دولت د پالیسیو سره عیارول :د دولت پالیسی د فارم په
تولیداتو او د تولیداتو په مارکیت باندی ځینی بندیزونه لګوی نو د کروندی مدیر باید خپل ټول تصامیم د دولت
د پالیسی مطابق ونیسی.
: Production for home consumption and market : dتولید د کورنی مصرف او مارکیت
لپاره:
د کروندی مدیر باید د زیاتی ګټی السته راوړلو هدف ولری نه دکورنی تجارت لپاره .
: Marketing decision :3یو د مهمو تصامیمو د جملی څخه دی چی په دی کی اخیستل او خرڅول شامل
دی
: Buying :aهر کروندګر کوښښ کوی چی د فارم لپاره تولیدی عوامل یا in putپه کم مصرف تر السه
کړی د فارم مدیر باید تصمیم ونیسی چی دغه inputکله واخلی چیرته او څومره واخلی .
: Selling :bخرڅول :سره له دی چی د محصوالتو قیمت د کروندګرو په کنترول کی نه دی خو بیا هم
کروندګر کولی شی چی یو ښه قیمت السته راوړی یعنی په ښه قیمت سره یی السته راوړی یعنی په ښه
قیمت یی خرڅ کړی په د ی شرط چی کروند ګر تصمیم ونیسی څه شی ،کله او چیرته خرڅ کړی .
مناسبی وی د ځمکی پیژندل د بزګرانو سره مرسته کوی چی ځمکی د خپلو تولیدی پالنونو د اهدافو سره مقایسه
کړی کیدای شی چی په مارکیت یا بازار کی د ځینو تولیداتو د خرڅـالو لپاره فرصت او چانس موجود وی خو
که چیری ځمکی ورته مناسبی نه وی نه شو کولی چی د نوموړی فرصت څخه استفاده وکړو.
کروندګر مشوری ته اړتیا لری چی کوم ډول تولیدات ولری او د بازار د کومو فرصتونو څخه استفاده وکړی
بزګر باید هغه څه تولید کړی چی په بازار کی ورته تقاضا زیاته وی او هغوی وکولی شی چی په موثره او ګټوره
توګه یی تولید کړی یعنی د بازار په هکله باید پوره تحقیق وکړی .
:۴د سرمایګذاری پالنول :د سرمایه ګذاری پالنول په الندی ډول ده
الف :هغه سرمایه ګذاری چی د تولیداتو بیه اصالح کوی لکه د بی موسمه تولیداتو لپاره تکنالوژی په اړه پانګه
اچونه کوی د مثال په ډول ګرین هاوس یا شنه خونه کی نباتات کرل.
ب :هغه سرمایه ګذاری چی د تولیداتو کیفیت اصالح کوی لکه د اصالح شوی تخمونو کرل ،منظمه ابیاری
...........
ج :هغه پانګه اچونه چی حاصیالت لوړوی لکه په مناسب وخت کی په مناسب ډول د کیمیاوی او حیوانی سرو
استعمال.
د :بله هغه سرمایه ګذاری چی اضافی ګټه ایجادوی لکه د پروسیس کولو ماشین االت کوم چی د تولیداتو
ارزښت زیاتوی .
همدارنګه هغه سرمایه ګذاری کوم چی د تولیداتو مصارف کموی لکه د کمیاوی درملواو میخانیکی وسایلو په
استعمال د مضره بوټو چی د اصلی بوټو سره رقابت کوی له منځه وړی
تجارتی کرنه یعنی په تجارتی کرنه کی باید مولدین په دی وتوانیږی چی داسی محصوالت بازار ته عرضه کړی
چی نور یی په تولیدولو کی مشکل ولری یا یی نه شی کولی چی تولید یی کړی .
اوم فصل
هدف :په یوه فارم کی دیو کال په موده کی د ټولی زراعتی او مالداری معامالتو او فعالیتونو ثبتول د ی چی
ممکن له بزګران و څخه هیر شی .
د ټولو نقدی ،فزیکی او مالی معامالتو په ثبتولو سره د فارم مدیر په هر تولید کی چی خپل اقتصادی وضع
سنجوی د خپل فارم قوی او ضعیف نقاط تشخیص کوی او د حل لپاره په راتلونکی کی عملی تدبیر نیسی .
همدرانګه د بزګرانو دفترونه د تولید ،بازارموندنی ،قیمتونو ،مصرفونو ،د زراعتی عواید او مالیاتو په اړه معلوماتو
دالسته راوړلو مهمی منابع دی د دفتر داری یو مهم هدف د زراعتی فارم د مالی موقیعت د ګټی او تاوان سنجول
دی یوه معینه موده کی د دی وضیعت څیړل په راتلونکی کال کی د تولیدی پالنونو اساس تشکیلوی د
حسابداری دفتر باید لږ ترلږه د الندی موضوعاتو په اړه معلومات ولری .
ټولی هغه معاملی چی د بزګرانو د ژمنو په بنسټ د یوی ټاکلی تولیدی دوری په ترڅ کی اجرا کیږی باید د
کرنیزی دفتری اداری او حسابداری په دفتر یا کتاب کی ثبت شی .
په یو موجوده فارم کی چی د کال په سر کی ترسره کیږی د داریو صورت حساب او تادیه کولو وړ داریی په
الندی شکل درج کیږی .
:Aداریی
الف :فارم داریی یا ثابته داریی
د فارم د عوایدو او لګښتونو صورت حساب په کال کی د تولیدی فعالیتونو ګټه او تاوان ښیی په دی حساب کی
ټول نقدی او غیری نقدی مصارف سنجول کیږی او د ګټی او تاوان بیالنس الس ته راوړل کیږی په دی ډول د
کرنیز فارم د عوایدو او مصارفو د حساب صورت په الندی ډول دی .
:کرنیزه کرونده
:بیالنس یا انډول
:مصارف یا لګښتونه
د فارم د صورت حساب له ډلی څخه یو هم د فارم د عوایدو او نقدی لګښتونو د صورت حساب د فتر دی
داصورت حساب:
:۱د نقدی معامالتو په راکړی ورکړی او نقدی خالصی موازینی په اړوند معلومات اماده کوی.
په راتلونکی کال کی دنقدی پالن او بودیجی دتنظیم په اساس تعینوی دا صورت دوه ستونونه لری چی په یوه
کی نقدی عواید او په بل کی یی ټول نقدی مصارف ثبت دی .
د نقدی عوایدو ستون ځینی مهال نور فرعی ستونونه هم لری چی د عوایدو مدراک او اندازه په کی ثبت کیږی
لکه د شیدو ،هګیو ،غوښینو حیواناتو ،غنمو ،میوه او نورو حاصیالتو خرڅالو په همدی ترتیب د نقدی لګښتونو په
ستون کی هم ځینی فرعی ستونونه شته لکه د وښو او کیمیاوی سری اخیستل .
لکه څرنګه چی د کرنی ډیری پانګی په بازار کی په ازاد ډول نه معامله کیږی او ثابت او عینی قیمت نلری نو د
کرنی د حسابداری یو مهم شکل د فارم یا کروندی د پانګو د ارزښت او استهالک تعینول دی .
کومی پانګی چی په اسانی نقد کیدای شی لکه پیسی ،پورونه او نوری دارزښت او استهالک تعین کومه ستونزه
نه راوالړوی مګر دنورو پانګو لکه د کیمیاوی سری،د کرتخم ،واښه یا بوس ،لرګی او سوځیدکونکی شیان او
همدارنګه ځینی نور مواد چی په ګودام کی موجود وی او استفاده نه ده تری شوی کولی شوچی د بازار د
خریداری له مخی قیمت ګذاری کړو.
کوم محصوالت چی نه لیدل کیږی او یا تراوسه پوری د رسیدو او ودی په حالت کی د ی دتولید او مصارفو په
اساس قیمت ګذاری کیږی.
کاری او غوښین حیوانات کولی شوچی دبازار او مارکیتنګ د نرخ په اساس قیمت ګذاری کړو او ارزښت یی
ورته پیدا کړو.
د تیوری له نقطه نظره داستهالک دمصارفو د محاسبی لپاره مختلفی طریقی موجودی دی ځینی اقتصاد پوهان
ټولی داریی په مختلفو فاصیلو او وختونو کی د بازار د نرخ مطابق قیمت ګذاری کوی .دوی حسابداری د هری
مودی په پیل او پای کی ان د دا شان دارییو او پانګو واقعی فرق څخه د استهالک د مصارفو محاسبه کی ګټه
اخلی .
د کروندی په موجودیت کی باید د جاری ثابتو او سرمایوی دارییو ارزښت محاسبه شی مثال که یوه کرنیزه
کرونده د تراکتور ،واترپمپ ،جنراتور،الری ،ګودام ،تعمیراتو ،او کرنیز کاری سامانونه او همدرانګه غوښینو او
تولیدی حیواناتو درلودونکی دی .
د پورتنیو دارییو ارزښت باید په اوس وخت کی ثبت شی تر څو چی د دارییو په ستون کی ثبت کړی.
دا چی د پورتنیو داراییو اکثرا خپل مفیده عمر تیرکړی دی نو باید په موجوده وخت کی د هغوی فعلی ارزښت
تعین دارییو په ستون کی ثبت شی د استهالک د حجم د سنجولو په موخه د کروندی مدیر د هغوی مفیده عمر
تعینوی وروسته لمړنی قیمت په مفیده عمر تقسیموی تر څو چی کلنی استهالک یی تعین شی مثال که تراکتور په
۲۱۱۱۱۱افغانی واخیستل شوی وی او مفیده عمر یی لس کاله وی او په پای کی د هغی دایمی قیمت یی ۱۱۱۱۱
افغانی وی کلنی استهالک یی مساوی کیږی.
200000--10000̸10=190000̸10=19000
او یا د تراکتور له عمر څخه ۵کاله تیر شوی وی اوسنی قیمت یی مساوی دی له !
(19000×5) =190000—95000=95000
هغه وسیله کوم چی د یو کاروبار مالی موفقیت پری اندازه کیږی د تصدی په رشد او د عملیاتی تصامیمو په نیولو
کی کمک کوی .
Cash aviable
Profit gained
Labilities
تصدی یا موسسه د خپلو خاصو حسابی سیستمونو د جوړولو لپاره خپل صالحیت لری خو سیستمونه باید پورتنی
اهداف ترالسه کړی او د الندی خصوصیاتو لرونکی دی
Under standable
Relavent
Consistant
Predictive
د مالی حساباتو د ثبت دوه طریقی یا قاعدی چی لمړی یی cash accountاو account accruailد
ی.
: Cash accountد دی قاعدی په اساس مصارف او خرڅالو یعنی اخیستل او خرڅول هغه وخت ثبت کیږی
چی کله نقدی پیسی ورکړی یا یی واخلی د دی سیستم څخه کوچینی تجارتی تصدی د دی قاعدی څخه
استفاده کوی ځکه
د دی قاعدی په اساس اضافی مصارف ،استهالک او داسی نور په نظر کی نه نیول کیږی .
او همدارنګه هغه وخت یی ثبت کوو چی چی کله نقدی پیسی ترالسه شی نو هماغه تاریخ ثبتیږی
تعهدی حسابات : account accruail :د دی قاعدی په اساس مصارف او خرڅالو هغه وخت ثبت کیږی
چی کله معامله صورت ونیسی ولوکه نقدی پیسی یی نه وی پرداخت کړی
نوټ :دمعاملی په وخت کی تاریخ لیکل کیږی د ورکړی تاریخ ثبت کیږی دا مهمه نه دی چی کله ترالسه کوی
.
Cash accڅخه په کوچینی تصدی کی بلکی accruailڅخه په غټو تصدیو کی کار اخیستل کیږی
Accruailدبل انتری سیستم کی استفاده کیږی او ماهر حسابدار ته ضرورت لری .
دبل انتری سیستم :د معامالتو د ثبت د سیستم څخه عبارت دی کوم چی دوه اړخونه لری یعنی یوه معامله پکی
په دوه موقیعتونو کی ثبت کیږی چی دواړه د کتاب په عین مخ کی یا سټ کی موجود وی چی یو ته یی
debitاو بل ته یی cridetوایی یعنی یو ته یی ګټه ورکول او بل ته یی ګټه اخیستل .
نومیده رامنځته شو چی یو کتاب یی Locus ocioliدبل انتری سیستم د لمړی ځل لپاره د یو ایتالوی تاجر
ولیکه چی ټولی نوی حسابی سیستمونه د همدی کتاب څخه استفاده کوی او رامنځته کیږی
advantages of double entry system ګټی:
:۳عددی ردیفونه یی د هغی په ګټی او تاوان معلومولو کی کمک کوی کوم چی د تجارت په واسطه رامنځته
شوی وی
:۵هرنوعه حساب بیدون د مختلفو فرمولونو په نظر کی نیولو سره پکی ځای پر ځای کیږی.
نواقص:
قیمته تمامیږی
د راکړی ورکړی قانون :په شخصی حسابداری کی د شخص صورت حساب چی السته راځی Debit or DR
او هغه چی له السه یی ځی Cridet or Crپه کالم کی لیکل کیږی
د اجناسو په حسابداری کی هغه اجناس چی چی له السه یی ځی Cridet or Crاو هغه اجناس چی السته
راځی دیبیت دی .
څرنګه چی یوه معامله په دوه موقیعتونو کی ثبت کیږی چی یو ته یی راکړه او بل ته یی ورکړه وایی او هر
ورکونکی یو اخیستونکی ته ضرورت لری بناء یو مساوات رامنځته کیږی چی دغه مساوات ته حسابی مساوات
وایی له هر څه مخکی باید الندی مساوات وپیژنو
: Assetټوله داریی .هر هغه څه چی تجارت په دی صورت نیسی چی په نتیجه کی سرمایه او قرض په الس
راځی .
:Capitalموجوده شتمنی :هغه شتمنی کوم چی نوره شتمنی تری په الس راځی
:Labalitesقرض :هغه پیسی چی ته یی پرداخت کړی او یو څه تری په الس راشی
Expencesمصرف
Ravenueعاید .
:Journalد هغه کتاب څخه عبارت دی کوم چی د موسیسی مالی فعالیتونه کوم چی روزانه واقع کیږی نو په
تاریخ وار سره په کی ثبت کیږی
مشخصات :په دبل انتری سیستم کی اولین کتاب دی چی هره معامله په کی ثبت کیږی .
هره معامله چی عین ورځ کی واقع کیږی نو په دی کی ځای پر ځای کیږی نو ځکه ورته روزنامچه وایی
ټولی معاملی په تاریخ وار سره په کی ثبت کیږی نوځکه ورته کتاب تاریخ وایی
هره معامله د دوه ردیفو الندی چی ډیبیت او کریډیت نومیږی ثبتیږی تر څو په اسانی سره لیجرته انتقال شی .
هغه پیسی چی د کریدیت په ستون کی لیکل کیږی نو د ډیبت په ستون کی هم لیکل کیږی
د ژورنال قانون :هره معامله په دوه جال خطونو کی دوه مربوطه حسابونه لیکل کیږی
مثال ۱۳۲۳ :کال داولی میاشتی په اول تاریخ ثمیر ۲۱۱۱۱افغانی سرمایه ګذاری وکړه نور معامالت یی په الندی
ډول دی .
په اول تاریخ یی یو جنراتور په په ۱۱۱۱افغانی واخیسته ،په دوهم تاریخ یی د څاڅکو په طریقه د اوبخور سیستم
په ۱۱۱۱افغانی جوړ کړه ،دریم تاریخ یی ۵۱۱افغانیو کیمیاوی درمل واخیسته ،څلورم تاریخ یی ۲۱۱۱افغانی
اجاره ورکړه ،پنځم تاریخ یی په ۲۱۱افغانی شاخبری وکړه ،په ۳۱تاریخ یی محصوالت ۶۱۱۱۱افغانی خرڅ کړه
،د بلی میاشتی په اول تاریخ یی محصوالت ۴۱۱۱۱افغانی قرض خرڅ کړه ،په دوهم تاریخ یی موټر په کرایه
۱۱۱۱افغانی ورکړه ،معاملی یی په ژورنال کی ثبت کړی .
د تولید لګښتونه؛ د حیواناتو او نباتاتو په تولید کې د شاملو تولیدي عواملو په ارزښت پورې اړه لري .د کروندې
یا مزرعی د ال ښه منجمنټ لپاره ښه به دا وي چې تولیدي عوامل په دوه برخو وویشو .یعنی متحول تولیدي
لګښتونه او ثابت تولیدي لګښتونه.
متحول تولیدي لګښتونه Variable Cost
دا ډول مصارف ؛ د تشبث په اندازې ،د تولیدي عواملو په مقدارار او هغه تولید چې د تولیدي عواملو څخه الس
ته راځي پوری اړه لري .پدې مانا چې که د یو مشخص محصول د کښت ساحه زیاته شي او یا هم تولیدي عامل
زیات استعمال شي نو لګښتونه یا مصارف به هم لوړ شي .او که چیرته د کښت ساحه کمه او یا هم لږ تولیدي
عامل استعمال شي نو لګښتونه یا مصارف هم کمیږي.
یو کروندګر مجبور دی چې د ګنده بوټو او د حاصل د ریبلو لپاره کارکوونکي وګماري.
کچیرته یو کروندګر د خپلی کروندې د دکښت ساحه زیاته کړی وي او غواړي چې د کروندې څخه ګنده
بوټي پاک کړي او یا دا چې څو ځله ګنده بوټي له کروندې څخه پاک کړي نو کروندګر مجبور دی چې زیات
کارکوونکي وګماري نو په دې صورت کې به د کروندګر لګښتونه خامخا لوړیږي .همدا رنګه هغه کارکوونکي
چې لو کوي د هغوی زیاتوالی د حاصل په زیاتوالي پوری اړه لري.
یعنی؛ که لږ حاصل مو ترالسه کړی وي نو د حاصل د ریبلو په وخت کې به لږ کارکوونکو ته اړتیا وي .او که
ډیر حاصل مو ترالسه کړ نو د کارګرانو لګښتونه (مصارف) هم لوړیږي.
همدا رنګه که یو کروندګر د جوارو د کښت ساحه زیاته کړي نو طبیعي ده چې کمیاوي سره او تخم به هم
زیات استعمالوي نو خامخا به د کروندګر لګښتونه (مصارف) لوړیږي.
دا هغه لګښتونه دي چې د تولید په کچه کې د بدلون په وجه مصارفو کې کوم بدلون رانشي .په دې ډول
مصارفو کې د تراکتور استعمال ،د کروندې وسایل او په کرونده کې د دایمي کارکوونکو معاشونه د ثابتو
لګښتونو (مصارفو) ښه مثالونه کیدای شي.
فرض کوو چې یو کروندګر د کمیاوي سرې ،تخمونو ،د څارویو خوراکه او د وسایلو لپاره یو کوچنی زیرمتون
ولري .که په زیرمتون کوم لګښت (د زیرمتون ساتل او پاکول) راځي ،دا لګښت په ټوله کرونده یا تشبث پسې
حسابیږي .دا ډول لګښتونه د تولید په مقدار پورې اړه نلري .که تولید ډیر وي یا لږ؛ لګښتونه به ثابت وي .دا به
ډیره ګرانه (سخته) وي چې مونږ دا لګښتونه سره جال کړو او د تولید یوې برخې ته یې ځانګړی کړو.
د بریښنا او او نوروتجهیزاتو ،د تراکتور د ساتلو لګښت او د کروندې نور وسایلو په اړه ویالی شو چې که په
کرونده کې لږه ګټه ترې واخلو یا ډیره؛ په دواړو حاالتو کې یې لګښت په کرونده پسې حسابیږي .مونږ کوالی
شو چې په کرونده کې د تراکتور څخه په مختلفو برخو کې کار واخلو .لکه د حاصالتو ریبل ،څارویو ته د
خوراکي موادو لیږدول او په ځینې حاالتو کې د کارګرانو لیږدول .مونږ نشو کوالی چې په اسانی سره د تراکتور
د مختلفو فعالیتونو لګښتونه (مصارف) د تولید یوې ځانګړی برخی ته بیل (تخصیص) کړو.
که څه هم ځینی ثابت لګښتونه (مصارف) لکه تیل (پطرول او ډیزل) کوالی شو چې د هر تولید لپاره یې بیل بیل
حساب کړو خو دا کار ډیرو معلوماتو ته اړتیا لري چې دا کار د کوچنیو کروندګرو له وس پورته خبره ده.
ډیری وختونه؛ ثابت لګښتونه په تجارتي کروندو کې هغه وخت ډیر مهم وي چې کروندګر په خپله کرونده کې
میکانیزه شوي کرنیز وسایل ولري .کوچني کروندګر ډیر کم ثابت لګښتونه (مصارف ) لري .اکثرا کوچني
کروندګر اړ ندي چې ثابت لګښتونه د هر تولید لپاره جال کړي .په لنډ ډول ویالی شو چې د کوچني کروندګر
په ټوله کې (مجموع کې) متحول لګښتونه (مصارف) لري نه ثابت.
یو بل ډول لګښتونه (مصارف) چې په پام کې نه نیول کیږي خو په اقتصاد خورا ډیر ارزښت لري :هغه فرصتي
لګښتونه (مصارف) دي .مونږ مخکی هم یادونه وکړه چې منابع محدودې دي که کروندګر تصمیم ولري چې په
الس کې شته منبع د یوه مشخص تولید لپاره ځانګړی(تخصیص) کړي نو معلومه خبره ده چې د بل محصول د
تولید چانس له السه ووزي .د زوند په ټولو برخو کې دا خبره د تطبیق وړ ده چې که یو شی الس ته راوړې بل
شی به له السه ورکوې .هغه څه چې د السه یې ورکوی د الس ته راغلي څیز فرصتي لګښت یا مصارف ګڼل
کیږي.
فرض کوو چې په یوه ټوټه ځمکه باندې د جوارو او رومي بانجانو دواړو د کرلو چانس شته .که چیرته کروندګر
جوار وکري نو $55به الس ته راوړي .که کروندګر د جوارو پر ځای رومي بانجان وکري نو $95به وګټي.
دغه $55چې د جوارو د نه کرلو له کبله له السه وتلي د رومي بانجانو فرصتي لګښت یا فرصتي مصارف ګڼل
کیږي.
کروندګر به په دواړو حاالتو کې پیسې الس ته راوړي خو اصلي خبره داده چې د جوارو پر ځای به د رومي
بانجانو په کرلو سره ډیری پیسې الس ته راوړي.
د فرصتي لګښتونو مفهوم به په یو بل مثال کې ښه روښانه کړو .هغه کارکوونکي چې د کار لپاره ګمارل کیږي د
هغوی د کار په بدل کې د اجورې له مخی فرصتي مصارف په اسانه محاسبه کیدای شي .مونږ څنګه د کروندګر
او دده د کورنۍ کار یا فعالیت باارزښته کوالی شو؟
که کروندګر او دده کورنۍ د خپلی کروندې پر ځای بل چیرته مزدوري وکړي هغه پیسې چې الس ته یې
راوړي د خپلی کروندې د فرصتي لګښتونو(مصارف) څخه عبارت دي.
همدا رنګه کله چې یو کروندګر خپله زمکه کري پدې صورت کې دی همدغه ځمکه په کرایه نشي ورکوالی.
د ځمکی د کرایې پیسې د کرلو په وجهه له السه وتلي دي چې له السه وتلی پیسی دکښت د فرصتي لګښت
(فرصتي مصرف ) په نوم یادیږي.
کله چې حاصالت وریبدل شول او یا راټول شول ،کروندګر به درې عمله ترسره کوي .یا به حاصل پلوري ،یا به
یې په خپله مصرفوي او یا به یې زیرمه (زخیره) کوي.
د تولید ارزښت د هغه پیسو څخه عبارت دی چې په مستقیم ډول د تولید د خرڅالو څخه الس ته راځي جمع د
هغه تولید ارزښت چې کروندګر یې په خپله مصرفوي او یا یې زیرمه کوي .کله کله همدې ته د حاصل ارزښت
هم ویالی شو.
د تولید د خرڅالو ارزښت د هغه مقدار پیسو له مخی محاسبه کیږي کوم چې کروندګر یې الس ته راوړي.
محاسبه یې په الندې ډول ده.
د ځان سره په الندې ډول سوال مطرح کړي .هغه دا چې « مونږ به څومره پیسی
هغه تولید چې یوه په خوراکي توکو مصرف کړی وای که چیرته مونږ خپله خوراکي توکي نه وای
کورنی یې مصرفوي
او یا یې زیرمه کوي د
کورنی دعاید یوه تولید کړي؟ یوه بله خبره چې د یادولو وړ ده هغه دا چې په کلیوالي سیمو کې د
برخه ګڼل کیږي
پلور او پیر د بیعو (بیه) ترمنځ تفاوت ډیر کم وي .په لنډ ډول ویالی شو چې د
تولید په مجموعي ارزښت کې ،هغه تولید چې په مستقیم ډول خرڅیږي ،هغه تولید
چې کورنی یې په خپله مصرفوي او هغه تولید چې کروندګر یې زیرمه کوي ټول
د تولید ارزښت = ( هغه مقدار تولید چې خرڅیږي +هغه مقدار تولید چې مصرفیږي +هغه مقدار تولید چې
زیرمه کیږي) xد پلور بیه
فرض کوو چې یو کروندګر د حاصل ټولولو څخه وروسته 55بوجی جوار لري چې لدې جملې څخه 15
بوجی یې خرڅې کړی دي او د هری بوجی قیمت 500افغانی دی چې جمله 5000افغانی کیږي20 .
بوجی یې زیرمه کړی دي 4 ،یې د څارویو خوراک لپاره جال کړی دي 14 ،یې خپلی کورنۍ او 2نور یې
خپلو ملګرو ته ورکړی دي .که کروندګر غواړي چې د جوارو د تولید ارزښت معلوم کړي نو د جوارو ټول
مقدار چې 50بوجی کیږي په 500کې دې ضرب کړي پدې اساس به د جوارو ټول ارزښت معلوم شي.
که یو کروندګر د یو محصول د تولید څخه 6000افغانی ګټه ترالسه کړي پداسی حال کې چې متحول
مصارف یې 1000افغانی وي پدی صورت کې د کروندګر ناخالصه ګټه به 5000افغانی وي.
کله چې د دوو مختلفو تصدیو په وړاندې تصمیم نیسو نو پدې صورت کې د مجموعي ګټی محاسبه کول ډیر
اړین دي .که یو کروندګر غواړي چې پدې پوه شي چې همدغه مشخص نبات کرلو ته ادامه ورکړي او که کوم
بل نبات وکري نو پدې صورت کې د دواړو تولیداتو مجموعي ګټه باید محاسبه او مقایسه شي .که یو کروندګر
تصدی ته تغییر ورکړي پدې صورت کې د تولید ثابت مصارف تغییر نه مومي ،هغه څه کې چې تغییر راځي هغه
د تولید ارزښت او متحول مصارف دي .د مجموعي ګټی استعمال کروندګر ته دا ورښیي چې تصدی ته تغییر
ورکول ورته ګټور دي او که نه .
دوهم مثال
د کروندې ګټه د هغو پیسو څخه عبارت دي چې د متحولو او ثابتو مصارفو د اداینی څخه وروسته پاتې کیږي.
مخکې مو یادونه وکړه چې هره تصدي ناخالصه ګټه لري او د تولید د ارزښت څخه د تصدی د متحولو مصارفو
د منفي کولو له الرې الس ته راځي .د یوې کروندې مجموعي ناخالصه ګټه د کروندې اړوند ټولو تصدیو د
ناخالصی ګټی د جمع کولو له الرې الس ته راځي .خو په یاد مو وي چې په دې کې هغه ثابت مصارف شامل نه
دي کوم چې باید اوس ورکړل شي .هغه پیسې چې د ثابتو مصارفو لپاره ورکول کیږي د مجموعي ناخالصې ګټی
څخه الس ته راځي.
مجموعي ثابت مصارف ـ د کروندې د ټولو تصدیو مجموعي ناخالصه ګټه = فایده
کله چې ثابت مصارف د ناخالصی ګټی څخه منفي شي ،که الس ته راغلی عدد مثبت وو مانا دا چې ګټه مو
کړی او که الس ته راغلی عدد منفي وو نو په تاوان کې یو .دا چې په تولید کې د بدلون په اساس ،په ثابتو
مصارفو کې کوم بدلون نه راځي نو که یو کروندګر کوالی شي چې د کروندې ناخالصه ګټه زیاته کړي طبیعي
ده چې فایده به یې هم لوړیږي .دا چې کوچني کروندګر معموال ډیر محدود ثابت مصارف لري اکثرا وخت یې
ناخالصه ګټه د فایدی سره مساوي وي.
هغه کارکونکي چې د بزګرانو د کورنی لخوا برابریږي او په خپله کرونده کې کار کوي یو مهم تولیدي عامل
ګڼل کیږي او دا په ځانګړي ډول هغو بزګرانو لپاره ډیر مهم دی چې د کروندی وسایل یې ډیر ابتدایي وي.
مختلف کرنیز عملیات ،مختلفو کارکوونکو ته اړتیا لري « .هغه د شاعر خبره چې هر سړی پیدا دی خپل خپل
کار لره که نه» .د مثال په ډول؛ د جوارو په نسبت د سبو د کښت او سمبالتیا لپاره کارکوونکی باید ډیر ماهر او
مسلکي وي .نو په دې اساس ویالی شو چې دا به مناسبه نه وي چې د کارکوونکو ((چې په کرونده کې ورته
اړتیا ده)) په پام کې نیولو پرته د جوارو او سبو ناخالصه ګټه سره مقایسه کړو .دا ځکه چې د سبو بزګر باید د
جوارو تر بزګر ډیر ماهر او مسلکي وي .د ناخالصی ګټی په محاسبه کې هغه پیسې چې کاریګر ته ورکول
کیږي د متحولو عواملو په ډله کې راځي .سره ددې چې اکثره وخت په کوچنیو کروندو کې کارکوونکي (
بشري قوه ) په خپله د کورنی لخوا برابریږي .ددې لپاره چې د تشبثاتو ترمنځ مو سمه ارزونه کړی وي پکار ده
چې هغه کارکوونکي چې د کورنی لخوا چمتو کیږي مصارف ورته ځانګړي کړو .دا مصارف هغه وخت ښه
محاسبه کوالی شو چې د کارکوونکي فرصتي مصارف وسنجوو .په دې معنی چې که نوموړی کارکوونکی د
خپلی کروندې پر ځای په کوم بل ځای کې کار وکړي نو څومره پیسې به الس ته راوړي.
ډیری وختونه ،کوچني بزګران د کروندې د ګټی په اړه دومره اندیـښمن نه وي لکه څومره چې د کورنۍ د ګټی
په اړه اندیښمن وي .د کروندې دغه ګټه د کورنی د کار د مصارفو څخه
د پیسو جریان په دوه ډوله دی .یو یې هغه دی چې د توکو د خرڅالو له الرې کروندې ته راځي .بل یې هغه دی
چې د مصارفو په اساس د کروندې څخه ووزي.
هغه پیسې چې د کروندې د تولید شوو اجناسو د خرڅالو له الرې الس ته راځي د پیسو د داخلي جریان په نوم
یادیږي او هغه مقدار پیسې چې د تولیدي عواملو د اخیستو لپاره مصرفیږي د پیسو د خارجي جریان په نوم سره
یادیږي.
د پیسو داخلي او خارجي
د یو کال په موده کې د پیسو د داخلي جریان او خارجي جریان
جریان د کال په اوږدو
کې په پراخه پیمانه تغیر
مومي
ترمنځ تفاوت د پیسو د خالص نغدي جریان څخه عبارت دی.
(بزګر) څومره نغدې پیسې لري .که چیرته یې په یو ټاکلي وخت کې
ګټه او نغدې پیسې سره یو شان ندي .په یاد مو وي چې ګټه د تولید د ارزښت څخه د ثابتو او متحولو مصارفو د
منفي کیدو څخه الس ته راځي .سره له دې چې که یو بزګر اضافه تولید و هم لري او د کروندې چارې یې د
اقتصاد له نظره ګټوری هم وي خو که د حاصل زیاته برخه یې د کورنۍ لخوا مصرف شي نو ددې امکان شته
چې نوموړی کرونده ونشي کوالی چې خپل د اړتیا وړ نغدې پیسې پوره کړي.
په مخکني مثال کې چې مخکی مو ورڅخه یادونه کړی هغه دا وه چې یو بزګر 1000افغانی مصرف کړی په
مقابل کې یې د یو محصول د تولید څخه 6000افغانی ګټه الس ته راوړه .خو په دغه مصارفو کې ثابت
مصارف شامل نه وو .د دغه معلوماتو له مخی ویالی شو چې د بزګر ګټه عبارت دی له :
کله چې مونږ هڅه کوو چې موضوع راته ال ډیره روښانه شي نو دا به راته معلومه شي چې بزګر د 500افغانیو
په ارزښت محصوالت خرڅ کړي دي .په دې مانا چې د بزګر کورنۍ پاتی نور محصوالت پخپله مصرف کړي
دي .دا ځکه چې هغه پیسې چې د کرنیزې تصدی څخه بهر ځي 1000افغانی او هغه پیسې چې کرنیزه تصدي
یې د محصوالتو د خرڅالو له الری تر السه کوي 500افغانی دي .مانا دا چې بزګر په کافي اندازه پیسې
( 1555افغانی ) نلري چې چې د متحولو مصارفو لپاره بسنه وکړي مګر دا چې د مصارفو لپاره د عاید کومه بله
منبع ولري.
د محصول د تولید په اړه مؤثره الر انتخاب کړي .که یو بزګر مختلف
بدیلونه ولري ،د یو محصول د تولید لپاره یې باید کوم یو انتخاب کړي.
تخنیکونو څخه څنګه او چیرته ګټه پورته کړي پایلی یا نتیجې ته د رسیدو لپاره د تعویض قانون مهمه وسیله ګڼل
کیږي .د مثال په ډول؛ یو بزګر ،تخم ته د بستر جوړولو لپاره درې بدیله لري:
داچې بزګر له کوم یو بدیل څخه ګټه پورته کړي ؟ او بزګر څنګه کوالی شي چې دا بدیلونه په ډیرې ځیرکتیا
سره وارزوي؟ دا پریکړه په ځینو فکتورونو پورې اړه لري لکه د کروندې اندازه ،د بزګر سرمایه او د نباتاتو بڼه او
شکل .ددې لپاره چې سالمه پریکړه شوي وي بزګر باید په هر بدیل پوری اړوند تولیدي عواملو او د هغوی
مصارفو په اړه کره معلومات ولري او الندې اقتصادي اساسات باید په پام کې ونیول شي.
کله چې یو تولیدي عامل تعویض کیږي بزګر باید په دې مطمین وي چې د نوي تخنیک یا تولیدي فعالیت ګټه
تر مصرف ډیره ده.
کومه کرونده کې چې تخنیکي مؤثریت هغه ده چې کرنیزو تولیداتو د تولید لپاره د تولیدي عواملو
منابع په مؤثر ډول
کارول کیږي د هغې بلی او مناببعو څخه په سالم او معقول ډول ګټه واخیستل شي.
چې منابع پکښې په
مؤثر ډول نه کارول
کیږي ګته به یې ډیره وي یا په بل عبارت؛ د تولیدي عواملو په اساس په لوړه کچه محصول الس ته
راوړل ،او یا هم ټاکل شوی اندازه محصول په لږو تولیدي عواملو سره.
په یوه تجارتي کرونده کې د ټیـــټې ګټې یو المل دا وي چې منابع په مؤثر ډول نه وي کارول شوي.
زمکه یوه طبیعي منبع ده .کچیرته زمکه یو محدود تولیدي عامل وي په دې مانا چې کروندګر د استعمال لپاره
ډیره زمکه په الس کې نلري .کچیرته داسې وي نو کروندګر کوالی شي چې د خپلی زمکی مؤثریت د زمکی د
في واحد ګټی له الرې معلوم کړي .د کروندې د مؤثریت د لوړولو لپاره ،کروندګر باید داسی الر غوره کړي
چې له مخی یې حاصل لوړ او د تولید څخه ډیره ګټه الس ته راوړي.
مؤثریت او اوبه Efficiency and water :
اوبه هم یوه له محدودو تولیدي عواملو څخه ګڼل کیږي .کروندګر کوالی شي چې د خپلی زمکی د خړوبولو
لپاره د ژوری څاه څخه ګټه واخلي .ددې لپاره چې د اوبو د ضایع کیدو مخنیوی وشي کروندګر کوالی شي چې
د اوبو کانال جوړ او ورڅخه مناسبه ګټه واخلي .په دې سره به کروندګر وکوالی شي چې په في کې د اوبو
مصرف کم او د نوموړی محدودې منبع څخه په مؤثر ډول ګټه پورته کړي.
فرض کوو چې کارګر یوه محدوده منبع ده .ددې مانا دا ده چې بشري قوه کمه ده .که خبره همداسې وي نو نو
کروندګر کوالی شي چې د بشري قوی مؤثریت د في نفر او یا هم د في نفر د ورځې د ګټی رسولو له الرې
معلوم کړي .د کروندې د مؤثریت د ښه والي لپاره کروندګر ته په کار دي چې داسی الری چاری ولټوي چې له
مخی یې د تولید کچه په داسی ډول لوړه کړي چې په همغه بشري قوه د تولید کچه لوړه کړي او یا هم همغه
تولید په لږه بشري قوه الس ته راوړي .دا کار هلته شونی دی چې کروندګر د بشري قوې پر ځای دې داسې
تکنالوجۍ څخه کار واخلي چې بشري قوه پرې عوض کړای شي او د وخت د ضایع کیدو مخه ونیول شي.
مایه یو له
مؤثریت د دا چې سرمایه هر وخت کمه وي نو باید چې په مؤثر ډول وکارول شي .کچیرته سر
منابعو څخه په
مؤثریت د سرمایې د في
سمه توګه ګټه
محدودو تولیدي عواملو څخه وي نو کروندګر کوالی شي چې د سرمایې
کروندګرسره
ډیر ښه شي نو اخیستنی مؤثریت ال واحد د ګټی له الری معلوم کړي .ددې لپاره چې د کروندې
اړیکه لري
یې د حاصل کچه لوړه شي .مثال د کم حاصل باید په هغه الرو چارو غور وکړي چې له مخی
ورکوونکو تخمونو باید پانګونه وشي او یا هم په نورو مؤثرو ورکوونکو تخمونو پر ځای په لوړ حاصل
لوړولو کې مؤثر تمامیږي باید پانګونه وشي. تکنالوجیو چې د حاصل په
دا یو منل شوی حقیقت دی چې په کرنه کې د راتلونکو پیښو په اړه په سم ډول وړاندوینه مشکله ده .او ناسم
اټکل کروندې د خطر سره مخ کوي .په مجموع کې ویالی شو چې مونږ هغه وخت د خطر سره مخ کیږو چې
د خپلو کړو پریکړو په هکله هیڅ نه پوهیږو چې په راتلونکي کې به څه پیښیږي .کروندګر مکلف دي چې دا
ډول خطرونه د پریکړو په وخت کې په جدي ډول په پام کې ونیسي*.
په کروندو کې کې د احتمالي خطرونو د پیښیدو سرچینی په الندې ډول دي( .د الندې ذکر شوو ناحیو څخه به
کروندو ته خطرونهاوړي)
ځینې بیولوژیکي پدیدې لکه (د هوا حاالت ،افتونه او امراض) د حیواناتو او نباتاتو په ژوند باندې اغیز پریباسي.
د بازار موندنی (مارکیټنګ) یا د قیمتونو په واسطه پیښیدونکی خطرMarketing Or Price Risk :
دا هغه وخت ډیر ضروري وي چې کروندګر د کروندې د تمویل یا مالتړ لپاره پور یا قرض واخلي.
هغه مرستندویه ادارې چې خدمات وړاندې کوي د هغوی پّ پالیسی کې نا اټکل شوي بدلونونه راځي چې دا
حالت هم کروندې د خطر سره مخ کوي.
د کروندګر د ناروغی او یا هم د نورو کورنیو ستونزو له کبله هم کرونده له ستونزو سره مخ کیدای شي.
لکه څنګه چې خطر د تولیدي عواملو په مقدار باندې تاثیر لري همدا رنګه خطر د عوملو په قیمت باندې هم
تاثیر لري .د مثال په ډول؛ په للمي کرنه کې کروندګر به ددې تجربه خامخا لري چې په هرو پنځو کالو کې یو
کال داسې راځي چې نسبت نورو کالو ته پکښې اورښت کم وي .که کروندګر پدې پوه وي چې په نوموړي
کال کې به اورښت نه وي او یا به ډیر کم وي په دې صورت کې به د کمیاوي سرو په استعمال کې د پام وړ
بدلون راشي .د کروندو ګټی معموال ناڅرګندې وي .دا جوته خبره ده چې ټول ګواښونکي عوامل د کروندو
ګټې یو شانته نه ګواښي خو باید په پام کې ونیول شي .په لنډ ډول ویالی شو چې کروندګر باید ګټی د لوړولو
او خطرونو د کمولو بیالنس په پام کې ونیسي .یا دا چې ګروندګر باید ددې وړتیا ولري چې ګټه لوړه او د
خطرونو کچه راټیټه کړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* اقتصادي کارپوهان؛ خطر او ناڅرګند والی سره بیلوي .دوی پدې نظر دي چې خطر د هغو پیښو سره تړاو لري
کوم چې د واقع کیدو احتمال لري .مثال :په یوه معین وخت کې د باران نه اورښت د تیرو وختونو د اورښت د
تجربو له مخی محاسبه کیدای شي .ناڅرګندتوب بیا د هغو پیښو سره تړاو لري چې د احتمال پرته وافع کیدای
شي .مثال :د قیمتونو وړاندوینه .په هر صورت دواړه اصطالح ګانی د یو او بل پر ځای استعمالیدای شي.
اتم فصل
مارکیټ څشی دی ؟
لمړی ،مارکیټ هغه ځای دی چیرته چې د پیسو لپاره د محصول تبادله صورت نیسي .مارکیټ پلورونکي او
پیرودونکي جوړوي همدا رنګه د دوی اړیکې د پیسو هغه مقدار
مارکیټ اغیزمن کوي چې د محصول د تبادلې په نتیجه کې الس ته راځي .اړینه نده چې
د ټلیفون له الرې دی خامخا یو فزیکي موقعیت وي .پدې وروستیو کې د اجناسو تبادله
مارکیټونه د
او همدا رنګه د انټرنیټ په واسطه هم صورت نیسي.
محصول لپاره
د اخیستونکو
دوهم ،دا چې مارکیټ د محصول لپاره د ټولنی د تقاضا د ښودلو ځای دی.
او خرڅوونکو
تقاضا
کله چې کروندګر د خپی محصول لپاره مارکیټ وپیژاند ،ددې مانا دا ده چې
څرګندوي.
کروندګر پدې پوه شوی چې مصروف کوونکي کوم محصول غواړي ،څومره
یې غواړي ،په کوم قیمت او کوم کیفیت سره یې غواړي .او نوری څه غوښتنی
د کروندې په منجمنټ کې د محصوالتو لپاره د یازار موندنی په اړه پریکړه (تصمیم نیونه ) ډیر مهم رول لري.
که کروندګر خپلی کروندو ته د تجارتي کروندو په سترګه ګوري نو باید دوی په بازار موندنه ځان پوه کړي او
په دې پوه شي چې مارکیټ څه ډول کار کوي .بازار موندنه هغه لړی ده چې د توکو تولید کوونکي او
خرڅوونکي کروندګر او مصرف کوونکي سره نښلوي .د توکو اخیستونکي په څو ډوله دي چې عبارت دي له :
. 4عمده پروشان
کله چې د معاملی دواړه خواوی (اخیستونکي او خدڅونکی) د توکي یا جنس په قیمت باندې سره موافق شي نو
د توکو یا اجناسو تبادله صورت نیسي .که د معملې اړخونه په قیمت باندې سره موافق نه وي نو بیا د توکو تبادله
ناشونی ده .د پیر او پلور د تبادلی میکانیزم د توکو د قیمت سره نیغه اړیکه لري .د توکو په قیمتونو باندې پوهیدل
په حقیقت کې په مارکیټ باندې پوهیدل دي .که د قیمتونو په اړه ښه او کره معلومات ولرو نو د هغه عواملو په
پیژندلو کې راسره مرسته کوي چې عرضه او تقاضا متاثره کوي او په قیمتونو کې د بدلون باعث ګرځي چې دا
ټول د اقتصاد اجزاوی ګڼل کیږي.
ددې لپاره چې کروندګر ګټه ترالسه کړي پکار ده چې په یو څه لوړ قیمت سره توکي وپلوري ترڅو خپل
مصارف پوره او ګټه هم ترالسه کړي .همدا رنګه د تولید په پروسه کې ځینی ناسنجول شوي مصارف هم وي
چې باید په پام کې ونیول شي .که چیرته دا ډول مصارفو ته پاملرنه ونشي نو په اوږد محال کې د تولید پروسه
ټکنۍ کوي باالخره تولید ناشونی کوي.
په ساده ډول سره کروندګر د پیسو د السته راوړلو لپاره خپل توکي مارکیټ ته وړاندې کوي .برعکس ،مصرف
کوونکي ددې لپاره پیسی ځان سره بازار ته وړي چې د ضرورت وړ توکي پری راونیسي .مارکیټ د توکو
قیمتونه په داسی ډول سره عیاروي چې اخیستونکي کوالی شي چې توکي له تولید کوونکو (کروندګرو) څخه
ترالسه کړي.
عرضه
تقاضا
د بازار قیمت
حاضریږي چې توکي
خرڅ کړي.
کله چې په مارکیټ کې عرضه زیاته خو تقاضا زیاته نشي په دې صورت کې قیمتونه رالویږي .معموال دا پیښه د
حاصالتو د راټولولو په وخت کې رامنځ ته کیږي چې په پراخه پیمانه حاصالت مارکیټ ته د خرڅالو لپاره
عرضه کیږي او د اجناسو قیمتونه راټیټیږي .کله چې د حاصل د راټولولو وخت تیر شي ورو ورو یې په بازار کې
قیمت لوړیږي .کله چې تقاضا لوړه او عرضه زیاته نشي پدې صورت کې بیا قیمتونه لوړیږي .ځکه چې تولید لږ
پیدا کیږي او مصرف کوونکي غواړي چې ډیر څه واخلي .دغه حالت د قیمتونو د لوړیدو باعث کیږي .په تیر
شوي فصل کې میوی او سبزي یې ښه مثال کیدای شي .طبیعي ده چې د محصول د قیمت په لوړولو سره تولید
کوونکی ډیره ګټه ترالسه کوالی شي .په دې سره تولید کوونکي د ال ډیر تولید لپاره هڅول کیږي .همدا رنګه
که چیرته مصرفکوونکي د تو کو د اخیستو سره عالقه ونه ښیي په دې صورت کې د محصول قیمت راټیټیږي او
مؤلد تاواني کیږي باالخره دا ددې باعث کیږي چې مؤلد ډیر څه تولید نکړي.
مخکی مو یادونه وکړه چې په بازار کې قیمتونه د عرضه او تقاضا له مخی ټاکل کیږي خو په حقیقت کې ددې
مانا څه ده ؟
عرضـــــــــــه
معموال ،څومره چې د یو محصول قیمت لوړ وي په همغه اندازه به یې عرضه هم زیاته وي .د مثال په توګه ،که
کروندګرو پریکړه کړي وي چې رومي بانچان تولید کړي علت به یې داوي چې په مارکیټ کې به د رومي
بانجانو قیمتونه لوړ وي .که دوی رومي بانجان تولیدوي او په بازار کې د رومي بانجانو قیمتونه هم لوړ وي دوی
تشویق کیږي چې د امکان په صورت کې د کښت ساحه ډیره کړي .همدا رنګه دوی به کوشش وکړي چې د
رومي بانجانو غوره ورایټي ګانی وکري ترڅو ډیر حاصل ترالسه کړي.
الندې جدول مونږ ته د رومي بانجانو مختلفی اندازې راښیي چې کروندګر یې په مختلفو قیمتونو سره بازار ته
عرضه کوي.
عرضـــــه قیمت
(کیلو ګرام) (افغانی/کیلو ګرام)
40 000 12
32 000 15
25 000 8
20 000 6
13 000 4
7 000 2
د تعادل نقطه
تـــقاضــــــا
د یوه محصول لپاره هغه وخت تقاضا لوړیږي چې کله په بازار کې د نوموړي محصول قیمت ټیټ وي .که په
بازار کې د یو محصول قیمت لوړ وي پدې صورت کې مصرف کوونکي د محصول د زیات اخیستو څخه ډډه
کوي .الندې جدول د رومي بانجانو په مختلفو قیمتونو سره د تقاضا مختلف مقادر راښیي .که د رومي بانجانو
قیمت ډیر لوړ وي پدې صورت کې مصرف کوونکي کوشش کوي چې ټیټ قیمت سره د رومي بانجانو بدیل
پیدا کړي .خو که رومي بانجان ارزانه وو نو طبیعي ده چې مصرف به یې زیاتیږي.
تقاضا قیمت
(کیلو ګرام) (افغانی/کیلو ګرام)
3 000 12
9 000 15
15 000 8
20 000 6
25 000 4
35 000 2
د تعادل نقطه