Professional Documents
Culture Documents
تاریخ
تاریخ
❖ هغه سري او پټ اسناد چې د دوو دولتونو یا ګوندونو یا سیاسي او پوځي کړیو تر منځ السلیک شوي وي ،تر یوې مودې
پوري محرم او پټ ساتل کیږي.
❖ څومره چې په یوه خوځښت ( حرکت) ،یوې ادارې ،یوه نظام وخت ډیر تیریږي ،په هماغه اندازه یې پلویان ،ملګري او
خپلوان کمزوري کیږي.
❖ یو فرانسي لیکوال (اینسور/انشور) په دې باور دی چې تاریخ په ټولنه کې د انسان د ژوند له تجربو څخه بحث کوي.
3
د تاریخ اقسام:
د تاریخ اقسام
نظامي تاریخ سیاسي تاریخ جغرافیوي تاریخ ټولنیز تاریخ داستاني تاریخ
4
تاریخي دورې:
تاریخي دورې
لومړې دوره :دغه دوره چې د ډبرو د تراشلو د دورې په نوم یادیږي ،د ځمکي پر مخ د انسان د ❑
ژوند لومړۍ دوره چې له زیږون ( میالد) څخه یو میلیون کاله پخوا را پیلږي .د یو شمیر عالمانو له
څیړنو وروسته دا ثابته شوه چې انسان په لومړي ځل د ځمکي پر مخ د آسیا سوېلې سېمه،
افریقا ،د قفقاز غرونو شاته او په ور څیرمه ختیځو سیمو کې ظهور کړی دی .او په دې پړاو
کې انسانانو له تیږو څخه غیر منظمه ګټنه کوله دا دوره له میالد څخه لس زره کاله مخکي پای ته
ریسږي.
❑ دویمه دوره :دغه دوره چې له میالد څخه لس زره کاله مخکي پیلیږي او تر پنځه زره ق
م میالد کلونو پوري دوام کوي .په دې دوره کې انسانانو له ډبرو څخه په منظم ډول ګټنه
کول
6
❑ درېیمه دوره :دغه پړاو له پنځه ( ۵۰۰۰ق م) څخه را پیل او تر ( ) ۳۲۰۰ق م کلونو
تاریخي دورې:
دغه دورې ځیني تاریخپوهانو په درو او ځینو په څلورو دورو باندي ویشلې دي.
دا ورې له تاریخ څخه مخکې دورو سره په الندي ټکو توپیر کیږي:
لومړۍ دوره :دغه پړاو د لومړنۍ تاریخي پیړۍ (قرون اولي) په نوم یادیږي چې د فلزاتو د دورې له یوې
برخي څخه له میالد ( ۳۲۰۰ق م) کله مخکي پیلیږي .په دې دوره کې د لومړي ځل لپاره په مصر کې لیک
منځته راځي د هیروغلیف د لیک په نوم یادیږي .دا دوره په ۳۹۵م کال کې ختمیږي.
دویمه دوره :دانسان د ژوند دغه پړاو د منځنۍ پیړۍ په نوم یادیږي .په ۳۹۵م کال کې پیلیږي او تر ۴۷۶م کال پوري
دوام کوي .په دې دوره کې د روم امپراطوري به دوو برخو وېشل کیږي .چې یوه برخه یې د ختیځ روم چې په ایټالیا کې او
بله برخه یې د لویدېځ روم په قسطنطیه چې د استانبول په ښار کې پرته ده په نوم یادېده.
8
ادامـــه...
د دې دورې په اړه اختالف دی .څوک وایې چې دا دوره ۱۴۵۳م کال کې چې د روم امپراطوري د ترکانو له لوري چې
د عثمانې خالفت په وم یادېده وپرځیده .څوک بیا وایې چې ۱۴۹۲م کال کې چې کله امریکا کرستف کولمب کشف کړ.
درېیمه دوره :د نویو پیړیو په نوم یادیږي .د روایاتو په اختالف د رومیانو د ختیځي امپراطوري له نسکورېدو وروسته
په ۱۴۵۲م کال کې پیلیږي او یا هم په ۱۴۹۲م کال کې د امریکا لخوا د کرستف کولمب له کشفېدو وروسته راپیلیږي او
د فرانسې تر اوښتون ( انقالب ) پوري رسیږي.
څلورمه دوره :دغه دوره د معاصري پیړۍ په نوم یادیږي .چې د فرانسې له انقالبه را پیل تر نن ورځي دوام کوي.
9
د کلونو پیدا کېدل د جدول له مخي:
که چیري غواړي چې میالدي سنه په هجري قمري سنه او یا هجري قمري سنه په میالدي سنه باندي تبدیل کړو ،الندي
الرښوني عملي کوو:
❑ له میالدي سنې څخه ۶۲۲کموو .لمریز کال الس ته راځي او یا دا چې له هجري لمریز کال سره ۶۲۲جمع کړو ،نو
زیږدیز کال الس ته راځي.
❑ د هجري لمریز کال او هجري قمري کال یو بل ته د بدلوو لپاره ( ۱۴۱۹ق او ۱۳۷۷ه ش) او په دې ترتیب سره یې له
میالدي کال سره برابره و.
10
د معاصر تاریخ اصطالح:
❑ دا کلمه یوه نوې اصطالح ده او د تاریخ پوهانو تر منځ په دې اړه اختالف دی .ځکه چې تاریخ پوهان د خپل ملک مهمي
پیښي د هغه د پیل او مبدا په اساس او صفت ټاکې او هغوی د تاریخ د تقسیم به درې پړاونو ویشلی دی ( .پخوانۍ پیړۍ،
منځنۍ پیړۍ او نوې پېړۍ) چې تاریخ پوهان معاصر تاریخ په نویو پېړیو کې شاملوي.
❑ څرنګه چې معاصره یا نوې پیړۍ له منځنۍ پیړۍ وروسته پیلیږي ،د منځنیو پیړیو د پای په اړه اختالف موجود دی.
❑ منځنۍ پیړۍ هغه وخت چې کله د روم امپراطوري لوېدیځه برخه د بربریانو په الس په ۴۷۶م کال سقوط وکړ ،پیلیږي.
او کله چې د روم د امپراطوري ختیځه برخه د ترکانو د خالفت ( عثماني خالفت) په ۱۴۵۳م کال کې ړنګیږي ،دا دوره
ختمیږي.
11
ادامـــه....
مګر د تاریخي ماسایلو شنونکي په دا نظر د دوو الملونو له امله نه تائیدوي:
لومړی :مسیحان د رومیانو د امپراطوري سقوط د مسلمانانو په الس د مسیحي نړۍ لپاره ضربه او ماته بولي .نو نه غواړي
چې د نوې پیړۍ پیل دې له همدې حرکت سره همغږی شي.
دوهم :د نویو پیړیو تاریخ پوهان تر اغیزي او احساساتو الندي راغلي ،د خپلي سیمي لویي او ستري پېښي د نویو پیړیو پیل
بولي.
د مثال په توګه:
ایټالویان د رسانس دوره
آلمانیان هغه مذهبي سموونه چې په آلمان کې منځته راغلې.
انګریزان هغه صنعتي انقالب چې د دوی په سیمه کې راغلی
فرانسه بیا هغه لوی انقالب چې د دوی په سیمه کې منځته راغلی او په ټوله اروپایي نړۍ یې اغیزه ولویده د مبدا په حیث
بولي.
12
ادامـه...
✓ تاریخ پوهانو د اتلسمي پیړۍ نیمایي د معاصر تاریخ پیل او بنسټ بولي او په دغه نېټه په افغانستان کې د یوې لویي
امپراطوري بنسټ د احمدشابابا لخوا کېښودل شو.
✓ تاریخپوه محمدابراهیم عطایي په نظر د افغانستان معاصر تاریخ د زمانشا له دوري را پیلیږي .ځکه چې په دې وخت کې
افغانستان له انګریزانو سره مخامخ کیږي.
✓ ډیر تاریخپوهان بیا په دې باور دي چې د افغانستان معاصر تاریخ د احمدشا بابا له دورې څخه را پیلیږي .ځکه چې تر
احمدشا بابا له مخه افغانستان د ګاونډیانو تر منځ تقسیم و.
13
دویم څپرکی
د افغانستان تاریخي جغرافیه
تاریخي جغرافیه له هغه علم څخه عبارت چې له تاریخي نظره د نړې بیالبېلو ملکونو له وضعیت او حالت څخه پلټنه کوي او
هغه بیانوي.
زموږ ګران افغانستان چې لرغونی تاریخ لري او تاریخ پوهانو په نظر د دې خاوري تاریخي مخینه پنځو زرو کلونو ته
رسیږي .چې د وخت په جریان کې په مختلفو نومونو یاد شوی:
آریانا :د افغانستان لرغونی او پخوانی نوم آریانا دی .د آریانا نوم د آري ،آریه ،آرین ،آریا له کلیمو څخه اخیستل شوی دی.
چې د مانا یې د آري نژادو خلکو د اوسېدلو ځای دی ،د آریا د مانا په اړه دوه نظره موجود دي؛
لومړی دا چې مانا یې اصیل ،شریف ،نجیب ،بادار او د اختیار خاوندان او بله ډله نظر لري چې د آریا کلمه د بزګر او مالدار
په مانا ده.
14
ادامـــه...
د آریایانو ډلې له میالد څخه ۶۰۰ق د مخه د اندوـ اروپایي له نسل څخه چې د بالتیک د رود په اړخ کې یې ژوند کاوه ،او یا
د یعقوبي له نظره د والګا د رود په څنډه کې یې ژوند کاوه د آمو د سیند شمال غاړي ته هجرت وکړ او څو زره کاله یې په
هغه ځای کې تیر کړل .تر څو چې له ۳۵۰۰ق م کاله د مخه د آمو د سیند د سویل خواته وکوچېدل او د هندوکش د غرونو به
شمالي لمن کې یې ژوند اختیار کړ .د څه مودې له تېریدو وروسته یوه ډله یې د ختیځ او بله ډله یې د لویدیځ په لوري حرکت
وکړ چې پوله یې ختځ لور ته تر هندوستان او لویدیځ لور ته تر فرانسې ،یونان او آلمان پوري ورسیده.
د ځینو تاریخ پوهانو په نظر آریایانو په هغه سېمه کې چې د آریانا ویجه نومېده او سیحون او جیحون د رودونو تر منځ پرته
وه ۲۵۰۰ ،ق م کال کې د آمو سیند سوېل غاړي ته چې اوسنی افغانستان دی را داخل شول .کوچیانی او مالداري ژوند یې
درلود .دا خاوره یې د آریانا په نوم یاده کړه ،د حکومت کولو طریقه یې مادر ساالري وه.
15
آدامــه....
دا مالومه نه ده چې دا سېمه له کومه وخت څخه د آریانا په نوم یادیږي .ځکه د پیل په اړه اختالف شته.
یوه ډله تاریخ پوهان په دې نظر دي چې د ویدي له دورې څخه چې ۱۴۰۰ق م کیږي پیل شوې ده.
ډیر لیکواالن په دې باور دي چې دغه سېمه (۱۰۰۰ق م) له میالده مخکي د آریانا په نوم یاده شوې او تر پنځمي او یا اوومي
میالدي پیړۍ پوري دوام درلود.
د آریانا لومړی باچا ( یما یا جمشید ) نومېده .پالزمینه یې د بخدي ښار یا ننی بلخ و .مهم والیتونه یې عبارت دي له:
باختر (بلخ ،تخار ،مرو) خوارزم ،طوس او نیشاپور ،کارامانیا ( کرمان) ،سیستان ،.اراکوسیا ( کندهار) ګدروسیا
(بلوچستان)...
16
ادامه ...
دې خلکو د لومړي ځل لپاره یو خپلواک دولت جوړ کړ .ښارونه یې جوړ کړل.
کورونه یې له خامو خښتو څخه جوړ کړل .د کورونو په جوړولو کې له هندسي اصولو نه استفاده کوله.
شجاعت او زړورتیا یې له نیکو خصلتونو څخه وه .شعار یې ( مرګ بهتر ده خو غالمي نه) و.
د خرآسان کلمه د دوو نومونو ترکیب دی چې ( خر او آسان) کلمې دي .د اولې کلمې مانا لمر
او دویمي کلمې مانا ځای دی .یانې د لمر ختلو ځای یا ختیځه سېمه .دا کلمه په تاریخي او
جغرافیایي کتابونو کې د ختیځ ،مسندالشمس ،مطلع الشمس او ختیځي سېمې په مانا ده.
له آریانا وروسته دا د دې سېمې دویم نوم دی .د نظریاتو د اختالف له مخې له دریمي یا
پنځمي پیړۍ او اوومي میالدي پیړي څخه پیلیږي او تر اتلسمي پیړۍ پوري .او یا داسي ویل
کیږي چې د خرآسان نوم د ساسانیانو له دورې څخه پیل شوی.
18
افغانستان
د افغانستان نوم لکه د افغان کلیمه نوی دی .یانې لومړی یوې محدودي سېمي (د سلیمان غرونو) ته ویل کېده .په هغه وخت
کې پښتانه قومونه تر دې نامه الندي یاد شوی ،د افغان کلمه لومړی د پښتنو د یوې قبیلې نوم و .وروسته دغه نوم نورو پښتنو
فبیلو لپاره وکارول شو.
په اتلسمه پیړۍ په اخیرو او د نولسمي پیړۍ په پیل کې دغه نوم د دې سېمي ټولو اوسېدونکو ته وویل شو.
د افغانستان کلمه له دوو کلمو څخه ترکیب ده چې افغان او ستان دی چې ستان د ځای مانا ورکوي .لکه ګلستان ....
د افغان کلمه ډیري پخوانۍ ریښې لري .د دې کلمې د پیدایښت په اړه او دا چې ولي ایښودل شوی بیال بیل روایتونه شتون
لري:
19
ادامــه...
ویل کیږي چې سلیمان علیه سالم په وخت کې د یوه سړي نوم افغان و او د مسجد اقصی د جوړولو د کار سرپرستي یې کوله،
د هغه وروستي اوالد په ځان د افغان نوم کېښود.
یا دا چې افغان له اوغان نه مشتق شوی او هغه د یوه اسرائیلي نوم و .او یا د آریني ژبې لغات دی چې لومړۍ اغوان و.
د افغان کلمه په مختلفو ډولونو ذکر شوې ،لکه ابګان ،اپه ګان ،اوه ګان ،اوپوګین ،ابغان او ..
د غبار په قول افغان په لومړي سر کې یو قبیلیي نوم و او له پنځمي میالدي پیړۍ وروسته مشهوره شو.
له شپاړسمي میالدي پیړۍ وروسته د افغان کلمه ابدالیانو ته کارول کېده او په پای کې درانیانو ته ځآنګړې ګرځېدلې وه.
20
ادامــه...
ویل کیږي چې سلیمان علیه سالم په وخت کې د یوه سړي نوم افغان و او د مسجد اقصی د جوړولو د کار سرپرستي یې کوله،
د هغه وروستي اوالد په ځان د افغان نوم کېښود.
یا دا چې افغان له اوغان نه مشتق شوی او هغه د یوه اسرائیلي نوم و .او یا د آریني ژبې لغات دی چې لومړۍ اغوان و.
د افغان کلمه په مختلفو ډولونو ذکر شوې ،لکه ابګان ،اپه ګان ،اوه ګان ،اوپوګین ،ابغان او ..
د غبار په قول افغان په لومړي سر کې یو قبیلیي نوم و او له پنځمي میالدي پیړۍ وروسته مشهوره شو.
له شپاړسمي میالدي پیړۍ وروسته د افغان کلمه ابدالیانو ته کارول کېده او په پای کې درانیانو ته ځآنګړې ګرځېدلې وه.
21
درېیم څپرکی
د افغانستان پولي
د افغانستان د جغرافیایي موقیعت په لحاظ د آسیا د لویې وچې په ډیر مهم او اساس ځای کې پروت دی .د ورېښمو الر له
همدې خاورې تیر شوې .چې د هغې پوسېله له هند ،چین او فارس سره دا خاوره تړل شوې وه.
د هند او فارس خاوره د (دروارن) په نامه یاده شوې ده .نو همدا المل دی چې د تاریخ په اوږدو کې هم د ګاونډیوملکونو او
هم د نړۍ د ستروقوتونو له لوري تر تیري الند راغلې ده .له دې خاوري څخه په هندوستان باندي ۲۶څځه زیات ستر
بریدونه شوي .دا بریدونه د کروش په حملې سره پیلیږي او د نادر افشار او احمدشابابا په بریدونو پای ته رسیږي.
په مجموع کې د افغانستان پولي ( ) ۵۸۱۳کېلو متره اوږدوالی لري چې له شپږو ملکونو سره پولې لري.
دغه کرښي له پنځو حکومتونو سره ټاکل شوې دي :بخارا له شاهانو ،روسانو ،اېرانیانو ،انګریزانو او چینایانو
22
د افغانستان شمالي پوله
افغانستان په شمال کې له ازبکستان ،تاجکستان اوترکمنستان سره ۲۳۸کېلو متره پوله لري .روسانو او انګریزانو په ۱۹
میالدي پیړۍ کې د سرحدونو په ټاکلو کې مهم رول لرلی.
ځکه چې انګرېزان کله هندوستان ته داخل شول ،د هندوستان په ډیرو برخو یې ولکه حاصله کړه .له دې وروسته یې نه
غوښتل چې بل قوت هندوستان ته داخل شي ،څرنګه چې روسان هم ستر ځواک و او لومړي تزار له واکمنۍ یې دا تصمیم
لرل چې هندوستان ته داخل او تودو اوبو ته الر پیدا کړ.
د روسانو هدف هندوستان ته داخیلېدل او د انګریزانو هدف له هندوستان څخه دفاع وه .همدا المل و چې د افغانستان شمالي
پولي له ګاونډیانو سره ټاکل شوې دي.
23
د شېرعلي خان کرښه
د افغانستان شمالي پوله د دوو شاهانو د سلطنت په وخت ( امیر شیرعلي خان او عبدالرحمان خان ) په
وخت کې په دریو پړاونو کې ټاکل شوې ده:
الف :کله چې روسانو د افغانستان په شمال کې یوه لویه امپراطوري جوړه کړه ،په منځنۍ اسیا کې نفوذ
ورخ په ورخ په زیاتېدو شو .په ( )۱۸۶۵کال کې یې تاشقند او ( )۱۸۶۸کال کې یې سمرقند ونیو .او هڅه
یې کوله چې تودو اوبو ته الره پیدا کړي او د هندوستان له پراخو سرچینو څخه ګټه واخلي ،بل لوري ته
بیا انګریزانو سند ونیو او تر اباسین پوري یې خپل نفوذ پراخ کړ.
د روسانو پرمختګ د افغانستان شمالي سرحداتو ته او د انګریزانو نږدې کېدل د افغانستان سوېلي سرحداتو
24
ته ،د دواړو تر منځ د چګړې وېره پیده کړه.
ادامــه...
د احتمالي جکړې د مخنیوي په موخه باید د افغانستان سرحدات ټاکل شوي وای.
د افغانستان او بخار تر منځ په بدخشان ،شغنان او روښان سېمو اختالف راغی ،بخارا یادي سېمي د ځان بللي.
د دې ستونزي د حل په موخه یې د انګلستان حکومت خپل د بهرنیو چارو وزیر ته خبر ورکړ ،تر څو روسانو له سفیر سره
خبري اتري وکړي .په ۱۸۶۹کال د مارچ په میاشت خبري پیل شوې ،پنځه کاله یې دوام وکړ .افغانستان او بخارا ګډون
پکې نه درلود .په پایله کې د آمو سیند د سرحد په توګه وپېژندل شو.
دا کرښه د امیر شیرعلي خان د کرښي په نوم یادیږي او ۱۳۰۰کېلو متره اوږدوالی لري.
25
ب :درجوي کرښه:
روسانو په منځنۍ اسیا کې پرمختګ وکړ ،ځان یې د افغانستان شمالي سرحد ته را ورساوه .مروه په ۱۸۸۴کال کې د روسانو
له لوري شغال شوه .په دې وخت کې لوېدیځه برخه (هرات ) هم تر ګواښ الندي و ،روسانو اېران تحریکاوو چې په هرات
یرغل وکړي .روسان د مروي له نېولو وروسته دومره رانیږدې شول چې په یوه حرکت په هرات او کندهار حمله وکړي .او
هندوستان تر ګواښ الندي راولي.
د روسانو بل پالن دا و چې پنجده تر والکې الندي راولي .په ( ) ۱۸۸۴کال کې د امیرعبدالرحمن په وخت ګې پنجده ونیوه.
انګریزانو روسانو ته خبر ورکړ چې پوله باید وټاکل شي .روسانو هوکړه وکړه او خپل پالوی د ریجوي او پترلمزدن په
مشري سمي ته راغی .د افغانستان پالوی د قاضي سعدالدین په مشري وټاکل شو.
26
ادامه...
د روسانو او افغانانو تر منځ کرښه په ۱۸۸۵کال کې مشخصه شوه دا کرښه د ذولفقار له دري څخه پیلیږي او تر خم آب
پورې اوږدوالی لري .د دې کرښې په ټاکل کېدو سره پنجده په همېشني ډول له سل کلن تړاو وروسته له افغانستان څځه جال
شوه.
دا تړون د انګرېزانو د استازي په منځګړیتوب چې ریجوي نومېده سرته ورسید ،ځکه دا کرښه د ریجوي په نوم یادیږي.
دغه دوو کرښو ټاکل کېدو له روسانو د شمالي کرښو ستونزه حل نه کړه او د شمال پوله یې په ښه ج :د پامیر کرښه:
ډول حل نه کړه .ځکه د شمال ختیځي برخي یوه اندازه سرحدونه نه و ټاکل شوي .روسانو له دې حالته ګټنه کوله او په دغه
سېمو یې حمله وکړه .له ډیر لیږ مقاومت وروسته شمالي پامیر د روسانو الس ته ولوید.
27
ادامــــه....
دې وخت کې بیا انګریزانو مداخله وکړه او امیر عبدالرحمن خان ته یې مشوره ورکړه چې هغه سیمي چې افغانستان پوري
تړلې دي او له آمو سیند هغې غاړې ته پرتې دي ،له هغه سېمو سره چې د آمو سیند دې غاړي ته پرتې دي او د فعال د
افغانستان په ولکه کې نه دي ،معوضه کړي.
پایله دا شوه چې یوه بله سرحدي کرښه په ( ) ۱۸۹۵کال وټاکل شوه او د دې کرښي په اساس د افغانستان لوی پامیر او د
شغنان او روښان سیمو یوه برخه له السه ورکړه .کوچنی پامیر او د واخان دهلېز افغانستان ته ورکړل شول.
دا سرحدي کرښه د ویکتوریا له جهیل څخه پیلیږي د یولي تر درې اوږدوالی لري .د دې کرښي ارزښت په دې کې و چې
برېتانوي هند یې له روسانو جال کاوه.
28
دوهمه برخه
د افغانستان ختیځ او سوېلي سرحدونه
• کله چې انګریزانو د هندوستان ډیرې برخي ونیولې او زموږ له هېواد سره ګاونډی شو ،زموږ ملک ته
یې ډیر زیان واړاو.
• نه یوازي دا چې د احمدشابابا د امپراطوري یوه برخه مو السه ورکړه ،بلکې د پولي هغه غاړه په سوېل
او ختیځو سېمو کې د اصلي خاوري یوه برخه هم له السه ورکړه.
• افغانستان د منځنۍ اسیا ته دتېریدو یوه مهمه الره وه .کله چې روسانو منځنۍ آسیا هغه سېمي چې خانان
پکې اوسېدل ( خېوا ،بخارا او سمرقند) تر خپل کنترول الندي کړل ،د افغانستان شمالي سرحد د (َآمو
سیند ) ته را ورسېدل.
• د دې په بدل کې انګریزانو د بهار او راجپوت ایالتونه ونیول او پنجاب یې هم له سکانو څخه په ۱۸۴۸
کال کې ونیو .له هغه وروسته د د اندوس له رود څخه را تیر شول او ځآن یې خیبر ته (د افغانستان
ختېځه دروازه) ته را ورساو.
29
ادامــه...
• غوښتل یې چې د افغانستان په ختیځ او سوېلي طرف کې پرمختګ وکړي .دې هدف ته د رسېدو لپاره
یې له امیر عبدالرحمن خان سره یوه معاهده السلیک کړه۱۸۹۳( .م) چې د ډیورنډ د معاهدې په نوم
یادیږي.
• عبدالرحمن خان دغه معاهده د یو لړ ستونزو په اساس ( له روسانو او ایرانیانو سره مخالفت او د
انګریزانو فشار) دا معاهده قبوله کړه.
• په اصل کې له انګریزانو سره دا تړون په دې مانا نه و چې ډیورنډ کرښه د نړیوالي کرښي په حیث
وپېژندل شي .بلکې له کلک کوتل څخه پیل د ملک سیاه تر غره د اېران تر پولي اوږدوالی لري .یوه نښه
وه چې یوازي برتانیا او افغانستان د نفوذ او قدرت سېمه یې ښودله.
• خو د هند له اشغال وروسته د پاکستان نوی دولت رامنځته کېدل د دې سبب شول چې د سرحد د خلکو
مضوع له حل پرته پاتې شي.
• پاکستان د پښتونستان سېمه خپله خاوره بلله ،حال دا چې افغان دولت هغه وخت چې برتانیا په هندوستان
کې د ډیر زور خاونده هم وه ،خپلي اړیکي او د نظر وړ نقاط یې د سرحد له خلکو سره په یو ډول بیان
کړي 30دي.
ادامـه...
• امیر عبدالرحمن خان په نولسمه پیړۍ کې او امیر حبیب هللا خان په شلمه پېړۍ کې په
دوامداره شکل له قبایلو سره مرستې کولې.
• کله چې امیر امان هللا خان د واکمنۍ په وخت کې په ۱۹۲۱م معاهده السلیک شوه ،د
سرحد د هغې غاړې د پښتنو موضوع هم یاده شوه.
• کشله چې نادرخان لویې جرګې ته خطاب کاو ،د پولې هغه غاړې پښتنو سره یې د افغان
دولت خواخوږي یاده کړه.
31
د افغانستان لوېدیځه پوله
• دا پوله د دوو کرښو په اساس چې د مکمهان او فخري له کرښو څخه عبارت دي بېله شوې ده.
• دغه کرښه د هلمند د سیند د اوبو د وېشلو له امله تر دې نیږدې وختونو پوري د افغانستان او ایران تر
منځ د وېشلو له امله مخالفتونه موجود دي.
الف :د مکمهان کرښه:
کله چې امیر شیرعلي خان د پالر له مرګ څخه وروسته واک ته ورسېد .د وروڼو تر منځ یې اختالف موجود و.
ایران له دې حالته ګټنه وکړه او په سیستان یې حمله وکړه او هغه یې تصرف کې کړه.
کله چې د وروڼو افضل خان او اعظم خان د سلطنت دوره چې له دوه کلونو نه زیات وخت وه .پای ته ورسیده،
امیرشیرعلي خان د دوهم ځل لپاره قدرت ته ورسید.
د افغانستان اوضاع یې ارامه او د منظمي اردو اساس یې کېښود .غوښتل یې چې له ایران سره دا موضوع حل فصل کړي.
32
ادامــه...
• د انګریزانو او ایران تر منځ شوې موافقې یو شرط دا و چې کله د افغانستان او ایران د پولي تر منځ د
یوې موضوع په سر اختالف رامنځته کیږي ،نو ایران به له انګریزانو څخه د مشکل د حل په موخه د
منځګړیتوب غوښتنه کوي .ځکه نو انګریزانو مداخله وکړه او فریدریګ ګولدسمت په نامه یې پالوی
وټاکل.
• خو دا موضوع د افغانستان په زیان بدله شوه .په پایله کې امیر شیرعلي خان او د انګریزانو اړیکي
کړکېچني شوې ،انګریزانو د جبران لپاره شپاړس لکه کلداري وړاندیز وکړ او امیر قبولي نه کړې.
• په ۱۸۸۸م کال کې امیر عبدالرحمن خان د خپل سلطنت په دوره کې د دویم ځل لپاره د دغه مشکل د
حل لپاره له انګریزانو څخه د منځګړیتوب غوښتنه وکړه.
• امیر حبیب هللا خان د سلطنت په دوره کط ۱۹۰۲م کې یو ځل بیا د پولې دغه موضوع له اېران سره
مطرح شوه ،دواړو خواو له انګریزانو د منځګړیتوب غوښتنه وکړه.
33
ادامــه...
• انګریزانو خپل استازی د مکمهان په نوم ولیږه .د افغانستان له لوري اخندزاده نصیرالدوله او فقیر
محمدخان او د اېران له لوري معصوم خان د استازي په توګه وټاکل شو.
• دوه کاله وخت یې ونیو او له اېران سره یې د یوې برخې پوله تعین کړی شوه .له ملک سیاه له غره
څخه تر سیاکوه پوري چې ۱۵۰کېلومتره اوږدوالی تثبیت کړه.
• په ۱۹۰۵کال کې یې پریکړه دواړو خواو ته تسلیم کړه .او د سیستان موضوع هم حل نه شوه.
وروسته بیا د فخري کرښي په وسیله دغه موضوع حل شوه.
34
د فخري کرښه
• د اېران او افغانستان د یوې زیاتې برخي پوله نه وه ټاکل شوې د دې ستونزي د حل لپاره دواړو ملکونو
په ډیپلوماتیکو فعالیتونو الس پوري کړ چې د ترکیې له دولت څخه یې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه.
د جنرال فخرالدین التایي چې تکړه مهندس و ،دغه کار ته موظف کړ .هغه یاده سېمه وکتله او د نښو
پوسېله یې مالومه کړه او خپله پریکړه یې دواړو ته ابالغ کړه او دواړو ومنله.
سرحدي کرښه چې له سیاه کوه نه تر ذولفقار درې رسیږي چې شاوخوا ۴۵کېلو متره اوږدوالی لري په
۱۹۳۴کال م کې وټاکل شوه.
په ۱۹۳۵کال کې یې رسمي نقشه دواړو لوریو ته تسلیم شوه.
دا کرښه د ظاهر شاه په زمانه کې رامنځته شوه او د فخري کرښي په نوم یادیږي.
35
شمال ختېځه پوله
• د افغانستان سرحد په دغه سېمه کې چې د چین د سنګ کیانګ له ایالت سره تړل شوی ،سرحدي کرښه
یې تر ډیره وخته نه وه مالومه.
• په ۱۹۶۴م کال کې د دواړو لوریو په غوښتنه د دوستۍ په فضا کې تعین کړل شوه .د دې پولې
اوږدوالی ۸۵یا ۹۶کېلو متره دی .چې د یولي له درې څخه پیل د کلیک تر درې پوري اوږدوالی لري
36
څلورم څپرکی
د ګاونډیو ملکونو تاریخ ته لنډه کتنه
• د شپاړسمي میالدي پیړۍ په سر کې د افغانستان ختیځ ،لوېدیځ او شمال لوري ته درې دولتونه تشکیل
شول ( بابریانو ،صفویانو او شبانیانو )
د شبانیانو دولت:
ازبکان چې په اصل کې د نایمن او قبچاق په فبېلو پوره اړه لري ،په ۱۴م پیړۍ کې د اسالم دین ومانه .د دې لپاره چې له
نورو قبېلو سره یې توپیر وشي ،ځان یې د ازبکو په نامه یاد کړ.
په پنځلسمي میالدي پیړۍ کې متحد شول او یو شمېر نورې قبېلې یې له ځآن سره یو ځای کړې .د جېحون په سېمه کې له
جغتاینانو سره ګډ شول او یو خپلواک قوم یې رامنځته کړ.
محمد خان د دې کورنۍ بنسټ اېښودونکی و او د ازبکو قائید په توګه په پنځلسمه پېړۍ کې چې کله د ګورګانیانو دولت په
ماوراءالنهر او افغانستان کې د ضعف حالت ته ورسېد ،په دې وخت کې محمدخان په ماوراءالنهر کې پاڅون وکړ او ځان
یې د د شیبانیانو د پادشاه په توګه اعالن کړ .په ۱۵۰۶م کال کې د افغانستان په شمالي برخو برید وکړ .تر هرات ،فاریاب
پوري تولي سېمي ونیولې.
37
ادامــه...
• په ۱۵۱۰م کال کې د صفویانو له لوري له ماتې سره مخامخ شول او دغه سېمې د لیږ وخت لپاره د صفویانو تر ولکې
الندي راغلې .دې دولت تر اتلسمې پیړۍ پوري د افغانستان په شمالي سېمو ولکه درلوده.
• د شیبانیانو د دولت په موده کې ۱۲پادشاهانو حکومت کړی دی .چې د دوی د حکومت دوره له ۱۵۰۰م کال څځه تر
۱۵۹۹م کال پوري وه .پالزمېنه یې سمرقند وه او کله بخارا هم د دې دولت د پالزمېنې په توګه تاکل شوې ده.
• په خوارزم کې هم د یوه ازبکي دولت بنسټ په ۱۵۱۵م کال کې اېښودل شوی چې د روسانو د امپراطورۍ تر پراخېدو
( ) ۱۸۷۲م کال پوري دوام وکړ.
• د شیبانیانو د دولت له ختمېدو وروسته ،د جنیدي استرخانیانو حکومت پیل شو ،دغه دولت له ۱۵۹۹م کال څخه تر
۱۷۸۵کال پوري ( ) ۱۸۶کاله عمر درلود.
• په دغه دوره کې هم لکه د پخوا په شان ۱۲کسان د پادشاهانو په توګه ټاکل شوي دي او هم د جنیدیانو ،صفایانو او
بابریانو تر منځ زموږ په خاوره کې ډیري جګړې شوې ده.
38
د صفویانو دولت په اېران کې
• د شپاړسمې م پېړۍ په پیل کې د افغانستان لوېدیځ لوري ته ،په اېران کې د صفویانو دولت منځته ته
راغی .دغه دولت د اتلسمي پیړۍ تر نیمایي پوري دوام وکړ .د دغه دولت بنسټ اېښودونکی شاه اسمیعل
صفوی دی چې د هغه په وسیله د شیعه امامي مذهب په اېران کې رسمیت پیدا کړ .هغه خپل مخالفین
سخت وځپل ،د شاه اسمعیل پلویانو په لومړیو وختونو کې سرې ترکۍ خولۍ په سر کولې .نو له همدې
امله دوی ته قزلباش ویل کېده.
• شاه اسمعیل د خلکو له مذهبي احساساتو په ګټي اخیستني وکوالی شول چې په اېران کې یو ځل بیا یوالی
منځته راولي.
• اسمعیل د بغداد له نیولو وروسته په (۱۵۱۰م) کال کې د افغانستان ته متوجه شو.
39
د افغانستان لوېدیځه پوله
• دا پوله د دوو کرښو په اساس چې د مکمهان او فخري له کرښو څخه عبارت دي بېله شوې ده.
• دغه کرښه د هلمند د سیند د اوبو د وېشلو له امله تر دې نیږدې وختونو پوري د افغانستان او ایران تر
منځ د وېشلو له امله مخالفتونه موجود دي.
الف :د مکمهان کرښه:
کله چې امیر شیرعلي خان د پالر له مرګ څخه وروسته واک ته ورسېد .د وروڼو تر منځ یې اختالف
موجود و.
ایران له دې حالته ګټنه وکړه او په سیستان یې حمله وکړه او هغه یې تصرف کې کړه.
کله چې د وروڼو افضل خان او اعظم خان د سلطنت دوره چې له دوه کلونو نه زیات وخت وه .پای ته
ورسیده ،امیرشیرعلي خان د دوهم ځل لپاره قدرت ته ورسید.
د افغانستان اوضاع یې ارامه او د منظمي اردو اساس یې کېښود .غوښتل یې چې له ایران سره دا موضوع
فصل کړي.
40
حل
ادامــه...
• د انګریزانو او ایران تر منځ شوې موافقې یو شرط دا و چې کله د افغانستان او ایران د پولي تر منځ د
یوې موضوع په سر اختالف رامنځته کیږي ،نو ایران به له انګریزانو څخه د مشکل د حل په موخه د
منځګړیتوب غوښتنه کوي .ځکه نو انګریزانو مداخله وکړه او فریدریګ ګولدسمت په نامه یې پالوی
وټاکل.
• خو دا موضوع د افغانستان په زیان بدله شوه .په پایله کې امیر شیرعلي خان او د انګریزانو اړیکي
کړکېچني شوې ،انګریزانو د جبران لپاره شپاړس لکه کلداري وړاندیز وکړ او امیر قبولي نه کړې.
• په ۱۸۸۸م کال کې امیر عبدالرحمن خان د خپل سلطنت په دوره کې د دویم ځل لپاره د دغه مشکل د
حل لپاره له انګریزانو څخه د منځګړیتوب غوښتنه وکړه.
• امیر حبیب هللا خان د سلطنت په دوره کط ۱۹۰۲م کې یو ځل بیا د پولې دغه موضوع له اېران سره
مطرح شوه ،دواړو خواو له انګریزانو د منځګړیتوب غوښتنه وکړه.
41
ادامــه...
انګریزانو خپل استازی د مکمهان په نوم ولیږه .د افغانستان له لوري اخندزاده نصیرالدوله او فقیر •
محمدخان او د اېران له لوري معصوم خان د استازي په توګه وټاکل شو.
دوه کاله وخت یې ونیو او له اېران سره یې د یوې برخې پوله تعین کړی شوه .له ملک سیاه له غره •
څخه تر سیاکوه پوري چې ۱۵۰کېلومتره اوږدوالی تثبیت کړه.
په ۱۹۰۵کال کې یې پریکړه دواړو خواو ته تسلیم کړه .او د سیستان موضوع هم حل نه شوه. •
وروسته بیا د فخري کرښي په وسیله دغه موضوع حل شوه. •
42
د فخري کرښه
• د اېران او افغانستان د یوې زیاتې برخي پوله نه وه ټاکل شوې د دې ستونزي د حل لپاره دواړو ملکونو
په ډیپلوماتیکو فعالیتونو الس پوري کړ چې د ترکیې له دولت څخه یې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه.
د جنرال فخرالدین التایي چې تکړه مهندس و ،دغه کار ته موظف کړ .هغه یاده سېمه وکتله او د نښو
پوسېله یې مالومه کړه او خپله پریکړه یې دواړو ته ابالغ کړه او دواړو ومنله.
سرحدي کرښه چې له سیاه کوه نه تر ذولفقار درې رسیږي چې شاوخوا ۴۵کېلو متره اوږدوالی لري په
۱۹۳۴کال م کې وټاکل شوه.
په ۱۹۳۵کال کې یې رسمي نقشه دواړو لوریو ته تسلیم شوه.
دا کرښه د ظاهر شاه په زمانه کې رامنځته شوه او د فخري کرښي په نوم یادیږي.
43
شمال ختېځه پوله
• د افغانستان سرحد په دغه سېمه کې چې د چین د سنګ کیانګ له ایالت سره تړل شوی ،سرحدي کرښه
یې تر ډیره وخته نه وه مالومه.
• په ۱۹۶۴م کال کې د دواړو لوریو په غوښتنه د دوستۍ په فضا کې تعین کړل شوه .د دې پولې
اوږدوالی ۸۵یا ۹۶کېلو متره دی .چې د یولي له درې څخه پیل د کلیک تر درې پوري اوږدوالی لري
44
پنځم څپرکی
د هوتکیانو سلطنت
( ۱۷۰۹ــ ۱۷۳۸م)
• د افغانستان د تاریخ نوې دوره د هوتکیانو په حرکت سره پیلیږي ،په اصل کې دا خوځښت د افغانستان
په تاریخ کې د ازادۍ غوښتني ،خپلواکۍ ،وطن ساتني او د افغانانو د اتحاد غوښتنه نوی فصل یې یوځل
بیا را تازه کړ.
د هوتکیانو لنډه پېژندنه:
د هوتکیانو سلسله هوتک بابا ته منسوبه ده هغه یو عالي مقام او روحاني مرتبه او منزلت درلود .د خپل
قوم له لوري په بابا مشهور شو.
د بارو زوی د تولر (توران ) لمسی او د غلجي (غلزي) بابا کړوسی و.
په ( )۶۷۷کال کې زیږېدلی او په ( )۷۴۰کال کې وفات شوی دی .له مړیني وروسته یې د ملکیار په نوم
زوی د قوم مشر شو.
45
ادامــه...
• د دغې قبیلې ریاست د ملکیار له مرګ څځه وروسته د توخي کورنۍ ته انتقال شو .توخي د هوتک
بابا مشر ورور و.
سلطان ملخي توخي یې د مشر په توګه وټاکل شو ،هغه د اورنګ زیب له لوري وټاکل شو.
کله چې خالم خان د میرویس خان پالر سلطان ملخي توخي لرو ځان ته واده کړه .لږ موده وروسته د قبیلې
ریاست د دویم ځل لپاره د توخي له شاخې څخه د هوتکو کورنۍ ته ورسېد .بلکې د ټولو پښتنو ریاست په
کندهار کې دهوتکو کورنۍ ته ورسېد.
د هوتکیانو شاخه د خالم خېلو ( د میرویس نیکه پالر) په نامه یاده شوې ده.
میرویس خان څلور زامن درلودل (میرویس خان ،عبدالعزیز ،یحیی خان ،عبدالقادر خان)
46
میرویس خان هوتکي
میرویس خان هوتکي د شاعلم (خالم خان) زوی و ،په حاجي میرخان (حاجي میرویس نیکه) مشهور و.
د نیکه نوم یې کرم خان بن مند بن عمر بن جالالدین بن قطب الدین بن الحق بن حسین بن ملکیار بن
هوتک بن باروبن توران بن غلزی چې په ( ) ۱۴۸هجري کال کې زیږېدلی و.
د اتلسمي پیړۍ د پاڅون او حرکت ستر ساالر او الرښود و او له اوږدې مبارزې وروسته یې له صفویانو
څخه استقالل واخېست .په افغانستان کې د یوه ملي حکومت بنسټ کېښود او د هغه مور نازو نومېده او په
نازو انا باندي مشهوره وه او د سلطان ملخي توخي لور وه.
کله چې شاه حسین صفوي په ۱۶۹۷م کال کې په ایران کې پادشاهي ته ورسېد ،ګرګین چې د ګرجستان
اوسېدونکی او نوی مسلمان شوی و ،د بېګلربیګي په صفت کندهار ته را ولیږل.
47
ادامــه...
ظالم او بې رحمه انسان و او په خلکو یې زایات ظلمونه وکړل ،میرویس خان نیکه د خلکو د ژغورولو په
موخه په پټه خپل فعالیت پیل کړ .کله چې ګرګین ور باندي شکمن شو ،میرویس خان نیکه یې اصفهان ته
ولیږل او هلته یې نظر بند کړ.
د میرویس خان په اړه میلسن داسي وایي :میرویس خان ډیر پوه انسان ،د خبرو سړی او ډېر غټ مالدار
و.
قوي ذهن او تیز فکر یې درلود .کله چې له حج څخه بیرته راستون شو ،د صفوي دربار څخه ده ته د
48
ادامــه...
میرویس خان د صفویانو له واکمنۍ څځه د خالصون په موخه درې جرګې د کندهار په زاړه ښار کې
جوړې کړې .په ۱۷۰۵م ۱۷۰۷ ،م او ۱۷۰۹م
جرګې میرویس خان د خپل پادشاه په توګه وټاکه ،خو میرویس خان د پادشا له نامه نه انکار وکړ او د ملي
مشر یا رئیس په نامه یې قناعت وکړ .میرویس خان لومړی سړی و چې په افغانستان کې یې د جمهوري
نظام بنسټ کېښود.
د نلسن په قول :میرویس خان لومړنۍ کس وو چې ټولې قبیلې او د افغانستان قومونه یې (د هرات د
ابدالیانو نه بغیر) سره یو ځای کړل.
میرویس خان له مشرتوب وروسته د ایران صفویانو ته خط ولیږل چې زموږ په کورنیو چارو کې
السوهنه وه نه کړي.
49
ادامــه...
خو صفوي دولت لیک ته ارزښت ور نه کړ او په ۱۷۱۰کال کې یې د په هرات برید وکړ ،د افغانانو له
سخت مقاومت سره مخ شول او ماته یې وخوړه.
د ۱۸میاشتو په موده کې یې څلور نرو بریدونه په کندهار وکړل .میرویس خان ابدالیان په خپل دولت کې
شریک کړل او د بابریانو له دولت سره یې خپلي اړیکي ټینګې کړې.
میرویس خان وکوالی شول چې د خپل دولت ساحه د افغانستان له لوېدیځه سیمې څخه تر فراه او سویلي
سېمه تر سیستان او بلوچستان پوري پراخه کړه.
میرویس خان په ۱۱۲۷هـ یا ۱۷۱۵کال کې وفات شو.
د هغه د حکومت دوره ۷کاله وه.
50
ادامــه...
هغه دوه زامن او یوه لور درلوده .د میرویس خان د مړیني په مهال د هغه زوی ۱۸کلن و ،ځکه نو د هغه
ورو عبدالعزیز د هوتکیانو د حکومت رئیس په توګه وټاکل شو.
هغه یو استراحت غوښتونکی طلبه او ډارن انسان و ،د مقابلې او دفاع پر ځای یې ماتې ته لومړیتوب
ورکاو.
هغه غوښتل چې د فارس د دولت مالتړی و اوسي .جرګې د ده نظر وه نه منل.
په پټه یې د سولې شرطونه د اصفهان دربار ته ولېږل ،په هغو شرایطو کې لیکل شوي و چې که د
صفویانو دولت هغه شرطونه قبول کړي ،نو کندهار به یو ځل بیا له صفوي دولت سره یو ځای شي.
وروسته میرمحمود او نورو ازادي غوښتونکو په عبدالعزیز باندي برید وکړ .په ۱۲۲۹کال کې یې په قتل
ورساوو.
او د هغه پر ځای میرمحمود میرویس خان زوی د شاه محمود په نوم پادشاه شو.
51
شاه محمود هوتکي
د شاه محمود اصلي نوم میرمحمود او د میرویس خان هوتکي زوی و.
د میر عبدالعزیز له قتل څخه وروسته د پادشاهي اعالن وکړ او د شاه محمود هوتکي په نوم مشهور شو.
( )۱۹کلن و چې واک ته ورسېد.
په ( ۱۷۲۰م) کال کې یې په کرمان برید وکړ.
د سلطان بیجي بغاوت شاه محمود دې ته اړ کړ چې بیرته کندهار ته راشي.
په ( ۱۷۲۲م) کال کې یې په کرمان دویم برید وکړ ( کرمان ،بم او بندرعباس ) یې ونیو.
د دې سېمو له نیولو وروسته اصفهان ته مخه کړه ،کله چې سل کېلو متره ورته نیږدې شوو ،د ایران
صدراعظم محمود ته وړاندیز وکړ ،که چیري د محمود لښکر په هماغه ځای چې فعال ولکه پرې لري،
دریږي نو ( )۳۷زره پونده به ده ته ورکړل شي
52
ادامــه...
• خو محمود دغه وړاندیز د دوو علتونو په اساس قبول نه کړ:
• دښمن ته په خپل کور کې ماتې ورکړي
• ایرانیانو په افغانانو باندي بادشاهي کړې وه ،نو افغانان یې هم باید ور باندي وکړي.
د شاه محمود فوځ ( ) ۳۲ ،۲۰ ،۱۲ ،۸زره ذکر شوی او صفوي دولت یوازي په اصفهان کې
۶۰زره فوځ درلود.
په لومړي برید چې ۱۷۲۲م کال کې په اصفهان تر سره شو ،افغانانو ماتې وخوړه او
تکتیکي شاتګ یې وکړ .بیرته یې ناڅاپه په اصفهان برید وکړ ( ) ۲۵زره توپه یې غنمیت
ونیول او ( ) ۲۵زره کسان یې قتل کړل.
53
ادامــه...
له یادي ماتې وروسته شاه محمود چې یو مل فاصلې ته ورسېدل ،صفوي دولت ته یې د
سولې وړاندیز وکړ او دوه شرطونه یې ورته وړاندي کړل:
• د صفویانو پادشاه دې شاه محمود د کندهار ،خراسان او کرمان د سېمو د یو مستقل پادشاه
په توګه وپیژني
• فارس دولت دې پنځوس زره تومنه د افغانانو حکومت ورکړي.
خو د ایران حکومت دا وړاندیز وه نه منل ،شاه محمود کال بندي ور باندي سخته کړه او له
اتو میاشتو کالبندي وروسته په ۱۷۲۲م کال کې یې شاه محمود ته پیغام ولیږل چې د
صفوي دولت پادشاه شاه حسین تسلمیږي.
54
ادامــه...
• شاه محمود په لږه موده کې د عادل پادشاه لقب تر السه کړ.
د تبعیض د مخنیوي او یووالي په موخه یې په هره اداره کې یو افغان مامور هم وګمارل.
څه موده وروسته د شاه حسین زوی په قزوین کې خپله پادشاهي اعالن کړه ،خو ماتې یې
وخوړه.
یو شمیر متعصیبینو دسیسې افغانانو په خالف او ( ) ۱۵۰۰۰۰تومنو تښتول چې شاه کندها ته
لیږل.
د شاه نظر بدل کړ او ویني تویونې ته یې مخه کړه.
له یوه پلوه روسانو له عقله لیري غوښتني درلودلې او له بل لوري ترکانو په ایران حملې
پیل کړلې
شاه محمود په ۲۷کلني کې ومړ او واک یې ځای ناستي شاه اشرف ته پاتې شو.
55
شاه اشرف هوتکي
• د شاه محمود له مرګ وروسته د هغه ولیعهد چې د شاه د تره زوی هم و واک ته ورسېد.
التبه د ده واک ته رسېدل د اردو د صاحب منصبانو په مشوره و.
شاه اشرف هم د محمود په شاه غوښتل چې د ایران واکمني یو ځل بیا صفویانو ته ورکړي او
خپله بیرته افغانستان ته راشي ،نو ځکه یې تاج د شاه حسین پښو ته کېښود او هغه بیرته په
خپلو السون د اشرف په سر کېښود.
ده د پخوانیو بې باوریو د لمنځته وړلو لپاره ډیر نرم چلند پیل کړ چې باالخره دا نرم چلند یې
د ځینو افغان مشرانو او جنرال امان هللا خان له مخالفت سره مخ شو.
امان هللا خان طهماسب ته دعوت نامه ولیږله او وروسته یې له طهماسب سره په پټه اړیکه
ونیوه او هغه یې په اصفهان باندي برید ته وهڅاوو.
56
ادامــه...
امان هللا خان او ملګري یې د شاه اشرف له لوري په دار وځړول شول.
له بل پلوه روسانو او ترکانو په ایران حملې پیل کړې او هم طهماسب له دواړو ملکونو نه
مرسته وغوښته
نادري له طهماسب سره یو ځای شول او په ۱۷۲۶م کال کې د هغه سپه ساالر شو ،په
خراسان او هرات یې بریدونه وکړل او خراسان یې تصرف کړ.
په اخیر کې اشرف کندهار ته وخوځید او د عبدهللا بلوچ د زوی ابراهیم لخو په قتل ورسید.
57
شاه حسین هوتکي
اصلي نوم یې میرحسن او د میرویس خان هوتکي زوی و.
کله چې شاه محمود په ۱۷۲۲م کال کې د کرمان په لور حرکت وکړ ،میرحسین یې خپل
ولیعهد وټاکل.
د ورور له قتله وروسته چې په قتل کې اشرف تورن شو ،میرحسین خپل استقالل اعالن کړ
او د کندهار د مشرانو له لوري پادشاه اعالن شو.
د هغه د سلطنت ساحه د فراه له شینډنډ څځه نیولې تر غزني ،ګومل دره پشین او د دیره جاتو
تر پولو پوري پراخه وه.
هغه شاعرانه مزاج درلود او علم خوښوونکی و .په پښتو او فارسي ژبه یې شعرونه ویل د ده
په دوره کې د کندهار خلکو ډیر ارام ژوند درلود.
58
ادامــه...
کله چې نادر افشار د ایران له کورنیو مسایلو بې غمه شو ،شاه حسین ته یې لیک واستول تر
څو باج ورکولو ته حاضر شي .خو شاحسین په جواب کې ورته وویل چې ازادي ،عزت او
خپلواکې د هللا ج لوی نعمتونه دي زموږ لپاره.
په ۱۱۴۹کال کې نادر افشار له خپل سل زریز لښکر سره په کندهار برید وکړ ،شاحسین هم
له خپل شل زره کسزیز لښکر سره د هلمند د راده په غاړه سنګر شول.
له جګړې نه وروسته شاه حسین په شا کندهار ته راغی او نادر افشار کندهار د لسو او یا یو
نیم کال لپاره محاصره کړ.
باالخره په ۱۱۵۰م کال کې کندهار د نادر لخوا ونیول شو او شاحسین یې مازندران ولیږل
او په ۱۱۵۲کال کې هلته وفات شو.
59
د ابدالیانو حکومت په هرات کې
• د ابدالیانو قبېله د خپل منځي اختالفاتو او بهرنۍ الس وهني په پایله کې په دوو غټو برخو ویشل شوې
وه.
• یوه ډله یې د حیات سلطان په مشرۍ ملتان ته والړه او بله ډله یې دولت خان په مشرۍ د ګریشک او فراه په دښتو کې په
مالدارۍ بوخته وه.
• کله چې نظرمحمد او رستم خان د ګرګین له لوري ووژل شول ،دوی د لوېدیځ خوا ته تر هراته خواره شول.
• د ګرګین د لښکر له وژل کېدو وروسته د کندهار ابدالیانو له عبدهللا خان چې حیات سلطان زوی و غوښتنه وکړه چې
کندهار ته راشي ،هغه دا غوښتنه ومنله او له میرویس خان نیکه سره یو ځای شول.
• زمان خان چې اصفهان ته لیږدول شوی و ،هم را خالص شو او له میرویس خان نیکه سره یو ځآی شو.
• د میرویس خان نیکه تر وفاته پوري د دوی اړیکي ښې وې ،وروسته چې عبدالعزیز سره یې ستونزه پیدا شوهږ
60
ادامــه...
• ابدالیانو د عبدهللا خان ،زمان خان او اسدهللا خان په مشرۍ هرات والړ ،هلته دحاکم له لوري زندان ته واچول شول ،دې
وخت کې د هرات په یوه برخه کې پاڅون پیل شو ،دوی هم د زندان له تېښتي وروسته له پاڅون سره یو ځای شول.
• د هرات په ښار یې برید وکړ ،د هرات حاکم اصفهان ته وتښتېد .له هغه ځایه بل را لیږل شوی حاکم د پاڅون کوونکو په
الس ورغی او قتل یې کړ.
• په ( ۱۷۱۷م) کال کې عبدهللا خان د حاکم په توګه اعالن شو ،هغه د قوم له مشرانو جرګه جوړه کړه .یوه دایمي اردو یې
جوړه کړه او له صفویانو څخه یې اوبي ،مرغاب او بادغیس ج ونیول او له هراته تر کندهاره پوري سېمي د ابدالي
حکومت تر ولکې الني راغله.
• صفوي دولت یو ځل بیا برید وکړ ،ماتې یې وخوړه .درېیم ځل(۱۷۱۹م ) یې بیا برید وکړ ،بیا یې هم ماتې وخوړه.
• د جرګې د پریکړي پر بنسټ عبدهللا خان لیري کړ ،د هغه په بدل کې زمانخان د حکومت د رئیس په توګه وټاکل شو
(۱۷۱۹م ــ )۱۷۲۲له مرګ له وروسته د عبدهللا خان زوی محمدخان واک ته ورسید۱۷۲۲( .م ــ ۱۷۳۳م )
61
ادامــه...
• له هغه وروسته جرګې ذوالفقار خان د زمان خان زوی د حاکم په توګه وټاکل (۱۷۲۴م ــ )۱۷۲۵
• له هغه وروسته جرګې هللا یار د رئیس په توګه وټاکل ( ۱۷۲۵م ــ ۱۷۲۹م ) له هللا یار وروسته یو ځل بیا ذوالفقار واک ته
ورسید.
• کله چې نادر افشار په هرات برید وکړ ( ۱۷۳۳م) ،هللا یار یو ځل بیا جرګې د حاکم په توګه وټاکل .دې جګړې او د
هرات محاصرې یوولس میاشتي دوام وکړ .وروسته یې د هرات حکومت نادر افشار ته تسلیم کړ.
62
درانیانو له حکومت څخه د مخه د افغانستان تاریخ ته لنډه کتنه
د افغانستان اوسنۍ ځمکه په حقیقت کې د لویې آریانا او تاریخي خراسان یوه برخه ده.
افغانستان په یوې مهمي څلور الري باندي پروت دی.
دا سېمه چې نن افغانستان یادیږي ،د تاریخ په اوږدو کې په مختلفو نومونو یاد شوی؛ لکه
آریانا ،باختر ،خراسان او نور
د ورېښمو الري چې چین ،فارس او د فارس له الري روم سره تړل کېده ،تجارتي ارزښت
ورکړی .د افغانستان دغه حساس موقیعت د دې سبب وګرځید چې هر پرمختګ ،سیاسي
کړکېچ او نظامي النجې په منځنۍ آسیا کې رامنځته شي.
زموږ په خاوره باندي د مختلفو امپراطوریو لخوا یرغلونه شوي ،د پېش دادیانو او کیانیانو
حکومتونو له لوري د باختري دولت څخه وړاندي د بلخ او اطراف کې جوړ شوي دولتونو ته
سقوط ورکړ ۲۰۰۰( .ق م)
63
ادامــه...
د باختریانو دولت چې له مېالد څخه ۷۰۰کاله وړاندي جوړ شوی و او تر ۶۰۰ق م پوري
واکمن و ،د ایران د هخامنشي دولت له منځه والړ.
له مېالد نه ۴۰۰کاله مخکي مقدوني سکندر د افغانستان دولت سقوط او د افغانستان ډیري
برخي یې الندي کړې .د یونانیانو له تسلط وروسته د یونان او باختري دولت په ۴۵۰ق م
کې د لومړي دیودوت چې د سغدیاني او باختر والي و ،په افغانستان کې جوړ کړ.
همدارنګه د میالد د مخه د څلورمي پیړۍ په اخر کې په هند کې د موریا په نامه یو قوي
دولت د چندراګوپتا له لوري اساس کېښودل شو.
په لومړۍ مېالدي پیړۍ کې د کوشانیانو حکومت په افغانستان کې منځته راغی .په درو
برخو وېشل شوې وه ( :کوی کوشانیان ،کوچني کوشانیان ،کیداریان)
64
ادامــه...
وروسته په (۲۲۴م ) کال په ایران کې د ساساني دولت بنسټ کېښودل شو.
وروسته له څه مودې یې د افغانستان په لوېدیځو سېمو بریدونه وکړل.
د شمال له لوري سپرو کوچیانو او د هند ګوپتا حکومت له ختیځ لوري په افغانستان باندي
بریدونه پیل کړل.
په ( ۵۶۶م) کال د یفتلیانو دولت چې په ۴۲۵م کال کې جوړ شیو و ،د ترکانو په وسیله
سقوط وکړ.
د کیداریانو بقایاوو چې له یفتلیانو څخه یې تېښته کړې وه ،د هغوی د سقوط څخهوروسته
دوهم ځل افغانستان ته راغلل او د کابل شاهان یا رتبیل شاهانو اساس یې کېښود.
لومړی شاخ یې په افغانستان کې تر ( ۸۷۰م ) کال پوري دوام وکړ او دوهم خاښ یې په
65پنجاب او لوېدیځ هند کې د هندو شاهانو په نامه د غزنویانو تر دورې پوري دوام وکړ.
ادامــه...
د امویانو د خالفت په دوره کې د افغانستان په لوېدیځ او شمال لوېدیځو سېمو کې د اسالم
مقدس دین خپور شو.
وروسته ابومسلم خراساني د اتمي میالدي پیړۍ په څلورمي او پنځمي لسیزي کې د یو مستقل
افغاني حکومت اساس کېښود ،وروسته د عباسیانو د خلیفه له لوري چې منصور نومېده له
منځه والړ.
له ابومسلم خراساني وروسته ،طاهر فوشنجي په ( ۸۲۱م ) د یوه مستقل حکومت بنسټ
کېښود او تر ۸۲۲م کال پوري دوام وکړ.
په ( ۸۶۰م ) کال کې د صفاریانو دولت په سیستان کې منځته راغی او د رتبیل شاهانو دولت
ته یې ماتې ورکړه او تر (۹۱۰م ) کال پوري دوام وکړ.
وروسته په (۹۶۲م ) کال کې د غزنویانو د دولت اساس د الپتګین چې د ساسانیانو په دولت
کې لومړی د غزني حاکم او وروسته د خراسان د والي په توګه ټاکل شوی و ،کېښود.
66
ادامــه...
د غزنویانو له حاکمیت وروسته د غوریان چې د غور محلي حکومت بنسټ کېښود چې تر
۱۲۱۴م کال پوري یې دوام وکړ.
دغه حکومت د منځنۍ آسیا د شاهانو له لوري چې د خوارزم شاهانو په نامه یادېدل له منځه
والړل.
سلطان محمد خوارزم د دغي لړۍ له تکړه پادشاهانو څخه و .په ۱۲۱۹م کال د چنګېز خان
له لوري له قدرت څخه ګوښه کړای شو.
د منځنۍ آسیا له نیولو وروسته په ۱۲۲۰م کال یې په افغانستان باندي برید وکړ .له دې
دورې نېټې وروسته د مغلو د تسلط دوره په افغانستان کې پیل شوه.
د هوتکیانو او ابدالیانو تر قدرت رسېدلو او دمتسقله افغاني حکومتونو جوړښت تر ۱۸م
پیړۍ پوري تقریبا ۵۰۰کاله دوام وکړ.
67
د افغانستان اوضاع د احمدشاه دراني له پادشاهي څخه دمخه
د چنګېز خان له برید څخه وړاندي د افغانستان په ډېرو برخو باندي خوارزم شاهان مسلط و.
د سلطان محمد خوارزم شاه په دوره کې چنګېز برید وکړ ،هغه له خوارزم څخه د لوېدیځ په
لور وتښتېد.
جاللدیند چنګیز په مقابل کې دافغانستان د خلکو په همکاري په غزني او پروان کې په دفاع
الس پوري کړ.
د چنګېز لښکر ډیر زیات تلفات ولیدل ،د دغو تلفاتو په مقابل کې چنګېز ترمز ،بلخ او بامیان
په دیره وحشیانه توګه وران کړل.
په دې وخت کې تېمور ګورګاني قوي امپراطوري جوړه کړه ،د چنګېز د اوالدې تر کنترول
الندي تقریبا ټولي سیمې یې ونیولې .ده هم د چنګېز په شان غزنی او بست کامال له منځه
یوړل.
68
ادامــه....
د تېمور له اوالدې وروسته د افغانستان په ګاونډیو ملکونو کې درې غټ دولتونه منځته ته
راغلل .د غه درې دولتونه د افغانستان په ختیځ ،لوېدیځ او شمال سېمو کې منځته راغلل چې
د بابریانو ،صفویانو او شیبانیانو په نامه یادېدل.
له دې ډلي څخه شیبانیان د افغانستان شمال لوري ته ،د محمدخان شیباني په مشرۍ په
( ۱۵۰۰م) کال کې قدرت ته ورسېدل .د شیبانیانو دولت شاوخوا یوه پیړۍ دوام وکړ.
د افغانستان په لوېدیځ کې د صفویانو دولت د شاه اسمعیل صفوي په مشرۍ په ۱۵۰۲م کال
کې په ایران کې منځته راغی او د بابریانو (مغلو) دولت د افغانستان په ختیځ لوري کې د
ظهیرالدی محمدبابر په وسیله په ۱۵۲۵م کال په هندوستان کې جوړ کړای شو.
ځکه نو افغانستان خپل استقاللیت له السه ورکړ او زموږ خلک تر دوو پیړیو زیات د دوی
تر ولکې الندي راغلل.
69
ادامــه....
د افغانستان وګړو د دغه استعمار په مقابل کې پاڅونونه وکړل ،په نتېجه کې دوه مستقل
محلي په لویدېځ او جنوب لوېدیځو سېمو کې د ابدالیانو او هوتکیانو له لوري په هرات او
کندهار کې منځته راغلل .یو یې د میرویس خان هوتکي په مشرۍ ( ۱۷۰۹م) په کندهار کې
او د عبدهللا خان ابدالي په مشري په هرات کې ( ۱۷۱۷م) .دغه دواړه حکومتونه د نادر
افشار لخوا له منځه والړل.
کله چې نادر افشار د قزلباش قومندانانو له لوري په ۱۷۴۷کال په قتل ورسید .د قبېلو
مشرانو او قومندانو هر یوه ،یوه سېمه تر خپل کنترول الندي راوستل.
نادر افشار یو ورور په خراسان کې ځان پادشاه اعالن کړ او بل ورور یې هغه ړوند کړ .د
سیمي خلکو وکوالی شول چې دواړه له منځه یوسي .د ایران سیمي یو له بل څخه جال شوې
په دې وخت کې د ایران په ولویدېځه برخه کې آزاد خان افغان ،په شمال کې آقامحمدخان
70قاجار ،په مر کز کې کریم خان زند قدرت درلود.
ادامــه....
کله چې احمدشاه دراني په افغانستان کې واک ته ورسېد ،د بابریانو دولت په هندوستان کې د
پرځېدو په لور روان و .نادر افشار دغه حکومت ته سقوط ورکړ ،نادر له هندوستان څخه د
کوه نور الماس او ډیره اندازه قېمتي ډبري او نقدې پیسې له ځان سره ایران ته راوړې.
کله چې احمدشاه بابا د شېر سرخ په جرګه کې په ۱۷۴۷م کال کې د پادشاه په توګه وټاکل
شو ،د هندوستان په لور یې بریدونه پیل کړل ،محمدشاه چې د هند پاچا و ،هغه ومړ او د
هغه پرځای د هغه زوی احمدشاه مغولي واک ته ورسېد .د ده د واکمنۍ په موده کې احمدشاه
دراني ډهلی فتح کړ.
د ډهلي له فتحي وروسته احمدشاه د هند مالیات اخیستل او د هند حاکم سره یې نېکي اړیکې
لرلې.
71
ادامــه....
په منځنۍ آسیا کې د شیبانیانو واکمنۍ پای ته رسیدلی و او د اوولسمي میالدي پېړۍ څخه
دغه سېمه د جنیدیانو تر ولکې الندې راغلې وه چې د استرخانیانو په نامه هم یادېدل.
د جنیدیانو د دولت له لوري د افغانستان په شمال سېمو د شیبانیانو په شان خپلو بریدونو ته
دوام ورکړ.
احمدشاه بابا د سلطنت په دویم کال ( ۱۷۴۸م ) شاه ولیخان د افغانستان شمال سېمو ته
ولیږدول شو ،جنیدي دولت ژمنه وکړه چې له دې وروسته به په افغانستان برید نه کوي او د
دښمنانو د بریدونو په مقابل کې به له دوی سره مرسته کوي.
همدارنګه د بخارا او افغانستان تر منځ په (۱۷۶۷م ) کال کې یو تړون السلیک شو او د آمو
سیند د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې په توګه وپېژندل شو.
د جنیدیانو دولت د تېمور شاه تر سلطنت پوري چې ( ۱۷۸۵م ) کال کیږي دوام وکړ.
72
ادامــه....
د جنیدیانو له واکمنۍ وروسته په منځنۍ آسیا کې د (منغته) په نامه ازبکي دولت منځته
راغی.
کله چې احمدشاه واک ته ورسېد د افغانستان تجزیې او تقسیم ته یې د پای ټکی کېښود ،یو
پیاوړی او ملي دولت یې جوړ کړ چې له ډهلي څخه د هند تر بحر پوري یې پراخولی درلود.
باالخره د جنیدیانو دولت په تدریجي ډول د افغانستان د دولت تابع وګرځېد او خراج یې
ورکاو.
73
د سدوزیانو تاریخ ته لنډه کتنه
سدوزیان د ابدالیانو یوه شاخه ده .ابدال د یوولسمي میالدي پیړۍ نیمایي کې په (۱۰۴۸م) کال
کې ژوند کاوه .د ده نوم د تاریخ په کتابونو کې په بېالبیلو بنو سره یاد شوی دی ( هپټال،
اودال ،یپتال ،ابدال)
د پوپلزیانو او بارکزیانو دواړه قبیلې د ابدال په نامه یادیږي.
ابدالیان له زیرک څخه وروسته په دریو سترو برخو وېشل شوي (بارکزایي ،پوپلزایي او
الکوزي)
ځینو تاریخپوهانو د زیرک اوالده په څلورو برخو وېشلې ده (الکوزی ،اڅکزي ،بارکزي او
پوپلزي)
پوپلزي وروسته له دې چې ملک (سدو) یوه اندازه شهرت پیدا کړ ،د سدوزیانو په نامه او کله
چې احمدشاه ابدالي واک ته ورسید ،د درانیانو په نامه یاد شول.
74
ادامــه....
ملک سدو د صالح ورور او د معروف زوی دی او معروف په اتم پشت کې ابدال ته
رسیږي .ابدال د ترین زوی او د شرخبون لمسی او سړین کروسی دی.
سدو په ( ۱۵۵۷م ) کال کې د قبیلې ریاست په غاړه درلود چې ارغشان یې د خپلي هستوګني
د مرکز په توګه وټاکه.
محمد د بارکزایانو د مشر له سدو سره په یوه وخت کې ژوند کاوه .ملک سدو د سدوزیانو د
قبیلې د مشر په توګه د صفوي دولت له لوري په رسمیت وپیژندل شو.
ملک سدو پنځه زامن درلودل ،د هغوی له ډلي څخه یې خضرخان د خپل ځای ناستي په توګه
غوره کړ .د ځینو لیکواالنو په اند دی په (۱۶۲۶م ) کال مړ شوی دی .له سدو وروسته د
هغه دوه زامنو خداداد او شېرخان د کندهار ریاست په غاړه درلود ،خدا داد له ملخي توخي
سره په یوه زمانه کې اوسېده او ښې اړیکي یې سره لرلې.
75
ادامــه....
شېرخان په (۱۶۹۳م ) کال د صفوي دولت په خالف د سویل لوېدیځ په سېمه کې پاڅون
وکړ .د صفویانو لښکر ته یې ماتې ورکړه او د هغوی ډیر کسان یې ووژل.
د سدوزیانو مرکز په شهر صفا کې و .له هراته تر کندهار د ابدالیانو ټولو قبېلو د سدوزیانو
ریاست او مشري په رسمیت پیژندله .د صفوي دولت له لوري د میرزا په نامه یادیدل او د
بابري دولت له لوري شېرخان ته د شهزاده لقب ورکړ شیو و.
له هغه څخه وروسته یې زوی د سرمست خان په نامه او له هغه څخه وروسته یې زوی د
دولت خان په نامه د قبیلې مشرۍ په غاړه لرله.
د خدا داد زوی سلطان د کورینو اختالفونو له امله د احتیجاج په توګه د قبیلې ریاست
شېرخان ته پرېښود او خپله له پنځه زره څخه زیاتو کورنیو سره ملتان ته والړ.
76
ادامــه....
دولت خان او د هغه زوی نظر محمد خان د ګرګین له لوري په (۱۷۰۳م ) کال په شهادت
ورسېدل او د هغه د مړیني نه وروسته ابدالیانو دهغه بل زوی رستم خان د مشر په توګه
وټاکل چې د صفوي دولت له لوري په رسمیت وپیژندل شو .خو له څلورو کلو وروسته د
صفوي له لوري ووژل شو.
له هغه وروسته ابدالیانو مشر نه درلود .وروسته یې د حیات سلطان زوی عبدهللا خان له
ملتانه را دعوت کړ او خپل مشر یې وټاکل.
کله چې هوتکیانو د میرویس خان تر مشري الندي د صفویانو دولت وڅپل ،دوی ته یې په
حکومت کې ونډه ورکړه ،خو افسوس چې د هغه د ورور عبدالعزیز واک ته رسېدلو سره
دوی خفه کړل شول.
د عبدهللا خان ،زمان خان او اسدخان په مشرۍ ابدالیان هرات ته والړ ،هلته یې پاڅونونه
77وکړل او نوی دولت یې رامنځته کړ.
د احمدشاه دراني د واکمني دوره
(۱۷۴۷م ــ ۱۷۷۳م)
احمدشاه بابا د زمان خان زوی د دولت خان
لمسی او د سرمست خان کړوسی ،د شېرخان
کودی و.
شېرخان د خضرخان زوی او د سدو لمسی
دی .مور یې زرغونه نومېده چې یوه غیرتي،
مېړنۍ او تقواداره مېرمن وه .په قوم الکوزۍ
وه ،له څه مودې وروسته په زرغونه انا
باندي مشهوره شوه او په ۱۷۶۲کال وفات
شوه.
78
ادامــه....
احمدشاه بابا په ( ۱۷۲۲ام او یا ۱۷۲۳ام) کال په هرات کې زیږېدلی ،نیکه یې (دولت خان) د ابدالیانو
مشر و ،د ګرګین له لوري په سوېل لویدیځه سېمه کې په شهادت ورسید.
پالر یې د عبدهللا خان ابدالي څخه وروسته د ابدالیانو په حکومت کې د هرات واکمن و.
د پالر له وفات وروسته له خپل ورور ذوالفقار خان او مور سره کندهار ته راغی ،هلته د شاه حسین
هوتکي له خوا زنداني شو ،تر څو نادر افشار په ( ۱۷۳۸م ) کال په کندهار برید وکړ.
دی له زندانه خالص شو او مازندران چې د خراسان یوه برخه ده ولیږدول شو ،په دې وخت کې احمدخان
شل کلن و .د ځینو لیکواالنو په اند ذوالفقار د صفوي دولت لخوا مسموم کړل شو.
79
ادامــه....
نادر افشار چې د افغانانو زړورتوب او مېړانه د بخارا او هندوستان په جګړو کې لیدلې وه.
احمدخان یې د خپلو افغاني لښکرو په ډله کې شامل کړ.
احمدخان په ذوکاوت سره ډیر زر شهرت تر السه کړ او د نادر افشار د باور وړ وګرځید او
د افغاني او ازبکو د ټولیو قومندان یې وټاکل .وروسته بیا د نادر د ساتونکو ځواکونو د
قومندان په توګه وټاکل شو.
نادر افشار د عمر په وروستۍ کې د عصابو په ناروغۍ اخته شو او له خلکو سره یې ظلم
ددې سبب شو چې په مقابل کې پاڅونونه وشول.
کریم خان زند ،اقا محمد قاجار او د هغه ورور او نورو قزلباشانو په ګډه د نادر د وژلو پالن
جوړ کړ.
80
ادامــه....
او هغه یې د خبوشان په سېمه کې وواژه .د نادر مال او شتمني د هغه نظامي افسرانو له
لوري چور شوه.
خو افغاني لښکر د احمدخان په مشري وکوالی شول چې د نادر کورنۍ له څه مصیبت
رسېدلو پرته تهران ته ورسول .د نادر میرمن احمدخان ته د یادي نیکۍ په بدل کې د کوه نور
الماس ،یوه اندازه پیسې او قیمتې ډبري ورکړې.
احمدخان ،نورمحمدخان غلجي او نور افغاني افسران له اېران څخه د خپل وطن په لور
حرکت وکړ ،کله چې کندهار ته را ورسېدل .د شیرسرخ بابا په سېمه کې یې جرګه
راوغوښتله ،دې جرګې ( ) ۹ورځی دوام وکړ ،د پادشاه په ټاکلو اتفاق را نه غی .پریکړه
وشوه چې یو کس به د حکیم په توګه ټاکي ،هغه به پادشاه ټاکي.
صابر شاه یې د حکیم په توګه انتخاب کړ ،هغه له سېمي سره قومي تړاو نه درلود .هغه
81احمدخان چې ځان یې دپادشاهي لپاره نه و کاندید کړی ،د پادشاه په توګه انتخاب کړ.
د احمد شاه بابا په وخت کې د افغانستان نقشه
82
د احمدشاه بابا د واکمني دوره
احمدشاه بابا په لومړي ځل د یوې جرګې بنسټ کېښود .په دې جرګه کې ملي مشران
راټولیدل او په مهمو کارونو کې یې دولت ته مشورې ورکولې.
احمدشاه بابا په خپل ذکاوت وکوالی شول چې په لومړي ځل د افغانستان په معاصر تاریخ
کې سیاسي او ملي یووالی رامنځته کړ.
د احمدشاه بابا د حکومت طریقه مطلقه شاهي او میراثي و ،خو د عمل ازادي یې د ( ) ۹کسیز
پالوي تر محدودیت الندي وه .په بېړنیو حاالتو کې به یې پریکړي کولي.
په لومړي ځل د افغانستان په تاریخ کې د درې ګونو قواو اساس کېښودل شو.
د اقتصاد د یوالي په موخه یې سکه ووهله.
83
ادامــه....
څرنګه چې تر ده وړاندي په افغانستان کې یو منظم نظام نه و ،نو احمدشاه بابا هڅه وکړه
چې د بابري او صفوي نظامو څخه مرکب یو نظام بنسټ کېښود.
د احمدشاه بابا د دولت اداري څآنګه په دوو برخو وېشل شوې وه:
• نظامي برخه
• ملکي برخه
ملکي برخه بیا په دوو برخو وېشل شوې وه:
• امنیت
• عامه خدمتونه
84
ادامــه....
د ټولو برخو په سر کې (اشرف الوزرآ ) صدراعضم ځای درلود چې د پادشاه د مشاور
حیثیت یې درلود.
له پادشاه څخه وروسته لوړ مقام ،نظامي افسرانو او روحاني الرښوونکو درلود.
د احمدشاه د سلطنت په وخت کې مهمي ملکي ادارې عبارت وې له:
• دیوان اعلی(مالیه) چې مسؤول ته یې دیوان بیګي ویل کیده
• هرکاره(اطالعات) چې مسؤول ته یې (هرکاره باشي) ویل کېده.
• دیوان انشاء (داراالنشاء)
• قضاء چې مسؤول یې قاضي القضات ویل کېده او زیات اداري صالحیت یې درلود.
• نظامي څانګه چې د ملک د دفاع ساتنه او د نویو سېمو فتحي د هغې په غاړه وې.
85
ادامــه....
د لومړي ځل لپاره د احمدشاه بابا په واکمني کې د منظمي اردو اساس کېښودل شو چې د
شاهي غالمانو
په نامه یادېدل .شمېر یې ( ۱۶ ،۱۲او یا ) ۱۸زره کسان و .په درو برخو (سپاره ،پیاده،
توپچې) باندي وېشل شوي و.
دویمه څانګه د لښکر ،غیر منظم لښکر او قبیلوي لښکر په نامه یادېدل .چې د ضرورت په
وخت له والیتونو راټولیدل.
احمدشاه بابا له لویو روحاني او مذهبي کسانو څخه کار واخیست.
86
د احمدشاه بابا په واکمني کې د افغانستان پولي
احمدشاه باباه د افغانستان د پولو په اړه همېشه درې اصول په پام کې نیول:
.1هغه برخه چې افغانانو پکې ژوند کاوه او لوی ښارونه پکې واقع شوي و ،دا اصلي
افغانستان و او دهغې سیمې د ترقۍ او پرمختګ لپاره یې ډیره هڅه کوله.
.2هغه سېمه چې هلته قبایلو ژوند کاوه ،بدوي (کوچیاني) روحیه یې لرله او له مرکز څخه
تېښته کوله ،دوی یې آزاد پرېښودل.
.3هغه سیمې چې په پخوانیو دولتونو (بابري ،خراسان ،نادري) پوري مربوط وي ،احمدشاه
بابا تر خپل نفوذ الندي راوستل ،د امنیت او اقتصاد له پلوه ډیر ارزښت درلود.
87
ادامــه...
احمدشاه بابا له علم سره خاصه عالقه درلوده .په پښتو او دري ژبو یې خبري کولي.
همدارنګه احمدشاه بابا په هرات ،کندهار او پېښور کې درې غټي مدرسې جوړي کړې.
احمدشاه بابا د ګاونډیو ملکونو له اختالفاتو او کورنیو شخړو څخه د خپل ځان په ګټه استفاده
وکړه.
89
په هندوستان باندي د احمدشاه بابا بریدونه
لومړی برید یې په (۱۷۴۷م) کال او دویم برید په (۱۷۶۹م) کال په الهور باندي و چې له
میرمنو سره یې روغه وکړه.
درېیم برید یې په (۱۷۵۱م ) کال د پنجاب د نیولو لپاره و په دې برید کې د هند پادشاه
احمدشاه ګرګاني ومنله چې سند ،پنجاب او کشمیر د د احمدشاه بابا د واکمنۍ په قلمرو کې
شامل شي.
څلورم برید یې په (۱۷۶۰م) کال و چې د پانې پت د جګړې په نامه یادیږي .په دې جګړه
( ) ۶۰۰۰۰افغانان د ( ) ۳۰۰۰۰۰هندوانو مقابلې ووتل چې بریا د افغانانو په برخه شوه.
پنځم برید یې په ( ۱۷۶۳م ) کال و چې له الهور څخه په ۴۸ساعته جګړه کې یې د امر
تسر خواته ( ) ۱۳۵میله واټن وواهه او په روهیله کې د سکانو له دوه لکه لښکر سره مخامخ
شو .په دې کې له سل زره څخه زیات سکان ووژل شول.
90
ادامــه...
بل برید یې په (۱۷۵۷م) کال و چې ډهلي د احمدشا بابا په الس فتحه شو.
وروسته له دې چې احمدشاه بابا د پانې پت په جګړه کې په مرهټیانو غلبه وکړه .په (۱۷۶۳م
) کال یې د عثمانیانو خلیفه ته چې سلطان مصطفی نومېده یو مفصل لیک واستاوه.
د احمدشاه بابا له مهمو کارونو څخه د کندهار د نوي ښار جوړېدل (احمدشاهي ښار)
د کابل دویم ځلي جوړېدل .د خلم دښار جوړول.
معیاري اسلحه جوړونه او حکاکي ته یې تشویقول ،د مهاجرتونو تشویقول په ځانګړي توګه
له هندوستان څخه.
91
ادامــه...
احمدشاه بابا د یوه مستقل پادشاه په توګه بهرنیو ملکونو ته خپل استازي لیږل او د هغوی
استازي یې منل.
هغه سیمې چې د احمدشاه په امپراطورۍ پوري تړل شوې وي ،ټولي د افغانستان اصلي
خاوره نه وه .ځکه چې د افغانستان اصلي خاوره ( له آمو څخه د عربو تر بحیرې پوري او
له مشهد څخه تر سند پوري) سېمي پکې شاملي وې او د کشمیر ،ملتان ،پنجاب ،سند او
خراسان سیمې یې د افغانستان د ملحقاتو په نامه حسابولي.
احمدشاه بابا په (۱۷۷۳م) کال کې ناروغ او د ناروغۍ په وخت کې خپل زوی تیمور شاه د
نظامي او ملکې لوړ پوړو افسرانو په حضور کې د خپل ولیعهد په توګه انتخاب کړ.
92
اتم څپرکی
د تېمور شاه د سلطنت دوره
(۱۷۷۳ــ۱۷۹۳م)
تېمور شاه د احمدشاه بابا دوهم زوی و .چې په (۱۷۴۶م) کال په مشهد کې د احمدشاه تر
پادشاه کېدو یو کال د مخه زیږېدلی و .ځینو مورخینو د هغه د زیږېدو ځای هرات ذکر
کړی دی.
احمدشاه بابا اته زامن درلودل.
تېمور شاه په دوه کلنۍ کې د بل کس تر سرپرستي الندي د هرات والي ټاکل شوی و.
د پانې پت له جګړې وروسته د پنجاب د والي په توګه وټاکل شو.
کله چې احمدشاه بابا د شاه رخ او د هغه د زوی نطرهللا بغاوت وڅاپه ،د تېمور شاه د
وړاندیز په اساس د دویم ځل لپاره په ( ) ۱۱۷۴هجري کال کې د هرات والي وټاکل شو.
93
ادامــه...
احمدشاه بابا خپل مشر زوی ځایناستی وټاکل .له دې سره ځینو امیرانو او سلیمان دا خبره ښه
ونه ګڼله.
احمدشاه بابا دغو مشرانو ته وویل چې له دې کاره د ده هدف یوازي د خلکو او ولس خیر
دی.
د احمدشاه له مرګ وروسته اشرف الوزراء ( شاه ولي خان) یوه لویه اشتباه دا وکړه چې خپل
زوم (سلیمان ) یې پادشاه اعالن کړ او خپل زامن یې قالت او بلوچستان ته ولیږل ،تر څو د
سیمي له خلکو څخه سلیمان ته بیعت واخلي.
کله چې تېمور شاه له دې کاره خبر شو ،لښکر یې تیار کړ او د کندهار پخوا را روان شو.
پدې وخت کې سلیمان ته خبر ورسید ،هغه استعفاء ورکړه او تېمورشاه یې پادشاه اعالن کړ.
په دې وخت کې شاه ولي خان یوازي پاتې شو ،د عبدهللا خان دیوان بیګې له لوري اسیر شو
او خپلو زامنو سره یو ځای د تېمورشاه مخي ته (فراه ) ور ولیږل او هغه اعدام کړل.94
کابل ته د پایتخت انتقال
پایتخت یې له کندهار څخه کابل ته نقل کړ.
د پایتخت د انتقال یو علت دا و چې تېمور شاه غوښتل د اشرافو او د قبیلو د مشرانو له نفوذ
څخه په امن وي.
بل علت د هوا د مناسب والی و.
بل علت دا و چې کابل نسبت کندهار ته مرکزي سېمه کې پروت و.
عبداللطیف جامې او په بل قول قاضي فیض هللا خان د خپل وزیر په توګه انتخاب کړ ،الطاف
خان هندي ته یې مالي امور وسپارل.
په دربار کې یې د پښتو ژبې په بدل کې دري ژبه رواج کړه.
سردار پاینده خان یې د بارکزیو د مشر په توګه وپیژاند.
95
ادامــه...
تېمور شاه په دوبې په کابل او په ژمي په پېښور کې ژوند کاوه .دا کار د کوشانیانو له دورې
څخه رواج درلود او پېښور د افغاني شاهانو ژمنی مرکز و.
احمدشاه بابا د دې سیمې لوی قومونه د دورانیانو په ډله کې شامل کړل او د بر درانیانو په
نوم یې ځانګړی عزت څخه برخه مند و.
کله چې تېمور شاه قدرت ته ورسید ،زموږ خاوره له درې لورو څخه تر تهدید الندي وه ،په
ختېځو او جنوبي سېمو کې د تېمور شاه د سلطنت په خالف پاڅونونه پیل شول ،د لویدیځ له
لوري د ایران قاجاري دولت او د شمال له لوري د منغیته ازبکي دولت ،په دا شان یو حساس
وخت کې انګریزان د هند له جنوبي سیمې څخه د شمال په لوري د پرمختګ په حال کې و.
96
ادامــه...
د میر فتح علي خان له لوري په سند کې د تېمور شاه د سلطنت په خالف قیام صورت
ونیو چې دغه پاڅون د تیمورشاه د لښکر له لوري چې مددخان یې مشري کوله ،وڅپل
شو.
په کشمیر کې هم د تېمور شاه په خالف قیام وشو او د مددخان له خوا سرکوب شو.
د بخارا حکمران (شاه مرادبیګ ) د تېمور شاه له مصرفیتونو څخه په ختیځه برخه
کې په خپله ګټه استفاده وکړه ،مروه یې ونیوله او هغه وروسته یې د آمو سیند جنوب
لوري ته متوجه شو.
بالخره د بخارا د مشرانو او لویانو د ګډون په اساس ،د تېمورشاه او شاه مرادبیګ تر
منځ سوله وشوه او په (۱۷۹۸م) کال ،د آمو سیند د دویم ځل لپاره د سرحد په توګه
وپیژندل.
97
ادامــه...
• د خراسان خلکو درې ځله د شاه رخ په خالف قیام وکړ ،شاه رخ چې د نادر افشار لمسی او د
افغانستان د دولت تر مالتړ او ساتني الندي و .د تېمور شاه په مرسته له ماتې سره مخ شول.
• یو شمېر ابدالیان او غلجیان چې له تېمورشاه نه یې شکایت درلود او له هغه څخه ناراضه
شوی وو .د عبدالخالق خان په مشرۍ یې یو لښکر جوړ او د کابل په لور یې حرکت وکړ،
دغه لښکر د شش ګاو په سېمه کې د تېمور شاه د لښکر لخوا مات شو او عبدالخالق یې نابینا او
زنداني کړ.
• د تېمور شاه په وخت کې د نړۍ لویي پیښه یانې د فرانسي لوی پاڅون ،په اورپا کې صورت
ونیو.
• تېمور شاه د خپل سلطنت په دوره کې کوښښ وکړ چې د ملوک الطوایفي مخه ونیسي.
98
ادامــه...
• د ده په دوره کې یوه اندازه تخنیکي ،عرفاني ،هنري او عمراني کارونه شویدي.
تېمور شاه د خپل پالر په شان فتوحاتو ته دوام نه ورکړ او په میراث پاتې امپراطوري له
کموالي پرته په هماغه شکل وساتله او خپل زوی ته یې تسلیم کړه.
تېمور شاه په (۱۷۹۳م ) کال په پېښور کې ناروغ شو ،کابل ته راوړل شو او هلته وفات
شو.
د کابل د چهار باغ په سېمه کې (چې تېمور شاهي پارک په نامه یادیږي) خښ کړای شو.
تېمور شاه ( ۲۴یا ) ۳۴زامن درلودل چې د هغو له ډلي څخه ۸زامنو یې واک درلود
چې لوی یې همایون و.
تېمورشاه د خپل مرګ څخه د مخه همایون ته کندهار ،محمود ته هرات ،عباس ته
پېښور ،زمان ته کابل ،شجاع الملک ته غزنی ،کندلخان ته کشمیر وسپارل. 99
ادامــه...
د پالر له مرګ وروسته د هغه زامنو تر منځ د قدرت حاصلولو لپاره اختالفات رامنځته شول
چې همایون او محمود د عمر د لوی والی په اساس او زمان د شهرت او لیاقت په اساس ځان
مستحق بللو ،په نتېجه کې زمان شاه وکوالی شول چې د سردار پاینده خان او یو تعداد
قزلباشانو په مرستو او همکاریو قدرت ته ورسیږي.
100
د زمان شاه د سلطنت دوره
(۱۷۹۳م ـــ ۱۸۰۰م)
د تېمور شاه له مړیني وروسته د هغه اوالدې تر منځ د واک پر سر اختالفاتو زور واخیست.
څو تنو د پادشاهي دعوه کوله.
زمان شاه چې د کابل نایب الحکومه و ،هوښیار او چاالکه سړی و .په کابل کې یې جرګه
جوړه کړه او خپل ورونه یې را وغوښتل ،تر څو یو کس د پادشاه په توګه وټاکي ،خو وروڼو
یې د واک د السته راوړلو لپاره هغه قبېلو تکیه کوله چې مور یې هغه قوم ته منسوبه وه.
شهزاده زمان چې د تیمور شاه پنځم زوی و د بارکزایانو او قزلباشانو په مرسته او همکارۍ
وکوالی شول چې د کابل په تخت کېني .هغه وروڼه چې په جرګه کې حاضر وو او د زمان
شاه مخالفت یې کاوه د کابل په باالحصار کې زنداني کړل.
101
ادامــه...
د زمان شاه د واکمنۍ په دوره کې افغانستان د ختیځ ،لوېدیځ او سوېل له لوري تر ګواښ او
خطر الندي و.
انګریزان د سوېل له لوري د شمال لوري ته د پرمختګ په حال کې وو او لومړنی هدف یې
د پنجاب نیول و ،شاه غوښتل چې د دوی مخه ونیسي ،خو د هغه وروڼه په واک مین و ،هغه
یې آرام پرېنښود چې خپلو اهدافو ته ځان ورسوي.
همایون چې د زمان شاه مشر ورور و او د عمر د لویوالي په اساس یې خپل ځان د پادشاهي
وړ باله ،له کندهار څخه یې د کابل په لور حرکت وکړ ،د قالت په سېمه کې د زمان شاه د
لښکر چې مشري پاینده خان کوله ،له ماتې سره مخ شو او بلوچستان ته والړ.
102
ادامــه...
د دوهم ځل لپاره یې بیا په کندهار برید وکړ ،کندهار یې تصرف کړ ،دا ځل هم د پخوا په شان له ماتې
سره مخ شو او د زمان شاه د لښکر له لوري اسیر او په باالحصار کې په (۱۷۹۵م ) کال زنداني شو.
له همایون څخه وروسته د زمان شاه بل ورور محمود چې د هرات والي و ،د شاه په خالف یې پاڅون
وکړ .زمان شاه له لښکر سره د هرات په لوري حرکت وکړ ،له رسېدو مخکي محمود له خپلو کړنو څخه
پښیمانه شو او خپله لور یې د زمان شاه زوی ته په نکاح ورکړه.
خو یو ځل یې بیا له شاه سره مخالفت ښکاره کړ ،د شاه له لوري له ماتې سره مخ شو او ایران ته یې پناه
وروړه.
تر څو چې فتح خان د زمان شاه له زندان څخه تېښته وکړه او له محمود سره یو ځای شو ،شاه محمود د
سردار پاینده خان د اوالدې او په ځانګړي ډول د فتح خان په همکاري واک ته ورسید.
103
ادامــه...
د تېمور شاه مړینه او زمان شاه پادشاه کېدل د نړۍ له ډېرو سترو واقعاتو سره برابره و چې له هغې جملې
څخه یو یې د فرانسې ستر انقالب و چې اروپا ته یې ټکان ورکړ ،انګریزانو فکر کاوه که فرانسه د دغه
انقالب په قوت سره بریالۍ شي ،لومړی کار به یې د هندوستان نیول وي.
انګریزان د هندوستان شمال برخي ته متوجه شول ،هغه سیمې چې د تېمورشاه له مړیني وروسته یې یو
ځل بیا بغاوت کړی و ،تر والکې الندي را ولي.
پنجاب چې تل د دغه شان پاڅونونو د مرکز په توګه کارول کېده ،ځکه نو زمان شاه پریکړه وکړه چې له
خپل لښکر سره پنجاب ته والړ شي.
انګریزانو ته دا پریکړه خواشینونکې وه ،ځکه چې انګریزانو له دریو ځواکونو (ناپلیون ،روسي تزار او
زمان شاه) څخه د خطر احساس کاوه.
104
ادامــه...
لومړی خطر یې له زمان شاه څخه احساساوه ،ځکه نو انګریزانو له تېمور شاه څخه وروسته د واک پر
سر د هغه د اوالدې له اختالفه ګټه واخیسته او د زمان شاه په خالف یې پالن جوړ کړ.
فتح علي شاه قاجار او د زمان شاه وروڼه د هغه په مقابل کې وهڅول ،تر څو زمان شاه په داخلي ستونزو
کې ګیر کړي او له پخواني پالن څخه یې منصرف کړ.
زمان شاه غوښتل چې د احمدشاه بابا امپراطوري را ژوندۍ کړي ،خو داخلي ستونزو پرېنښود.
د نفاق اصلي عامالن (همایو ،محمود ،فیروزالدین ،شاه شجاع ،د شاه زمان وروڼه ،قیصر د زمان شاه
زوی ،کامران د محمودخان زوی او ملک قاسم د فیروزالدین زوی) و.
زمان شاه د احمدشاه او تېمورشاه په شان د ښو اخالقو خاوند و ،مالکم چې په ایران کې د انګریزانو سفیره
وه .د ده پ اړه وایي :د انګریزانو لپاره په هند کې ډېر قوي دښمن سلطان زمان شاه و.
105
ادامــه...
کله چې زمان شاه په کورنیو جګړو بوخت و ،د افغانستاه بهرنیو دوښمنانو له دې حالته په ګټه اخیستني د
شمال له لوري د بخارا شاهانو ،د سوېل له لوري د سندمیرانو ،د لویدیځ له لوري قاجاري شاهانو او د
ختیځ له لوري سکانو د افغانستان سرحدات تر تهدید الندي کړل.
انګریزانو په هند کې نه شوای کوالی چې د زمان شاه په خالف له نظامي ځواک څخه کار واخلي ،ځکه
چې له زمان شاه سره د هند مسلمانا ،راجاګان او نوابان همکار و .ځکه نو انګریزانو جاسوسۍ ته مخه
کړه ،د دا ډول فعالیتونو په نتېجه کې وکوالی شول چې د روسې تزار او ناپلیون پالن چې د هند نېول و،
شنډ کړي.
دغو دواړو امپراطورانو له زمان شاه څځه هم وغوښتل چې د هغوی ( ) ۷۰زره کسیز لښکر ته د
افغانستان له خاوري څخه د تېریدلو اجازه ورکړي.
مګر شاه د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړ او پالن یې له هند څخه لیري شنډ کړ.
106
ادامــه...
انګریزانو کوښښ کاو چې د زمان شاه له برید څخه مخینوی وشي ،تر څو خپل پالن په هند کې تطبیق نه
کړي .ځګه نو انګریزانو د هند له امیرانو سره اړیکه ټینګه کړه ،تر څو خپل استقالل اعالن کړي.
د هند د ګورنر جنرال فتح علیشاه دربار د خپلو سیاسي فعالیتونو مرکز وګرځاو .په ( ۱۷۹۱م) کال کې
میاغالم محمد او یا پیر غالم محمد چې په غلب ګومان پنجاپی و .کندهار ته راغی او د خپلو مریدانو لپاره
یې مرکز وینو چې په ظاهره کې د تصوف مرکز و ،خو په حقیقت کې یې د زمان شاه په خالف د
جاسوسۍ فعالیت کاوه.
زمان شاه په خالف پالن هم په همدې مرکز کې ترتیب شوی و چې زمان شاه به له واکه ګوښه کړي،
رحمت هللا خان به قتل کړي او د زمان شاه ورور (محمود یا شاشجاع) به پادشاه وټاکي.
د دې پالن جوړونکي له پلي کولو مخکي ونیول شول او له یو شمېر قومي مشرانو سره یو ځای اعدام
کړل.
په قومي مشرانو کې پاینده خان و چې د ده اعدام د دې سبب شو چې ۸۰کسه قومي مشران له بیالبېلو
قومونو څخه د فتح خان په شمول له زمان شاه څخه جال شول او له محمود سره په ایران کې یو ځای 107
ادامــه...
د انګریزانو استازي (میرزا مهدي) وکوالی شول چې له ایران سره معاهده الس لیک کړي .د
معاهدې له شرطونو څخه یو شرط دا و چې که چیري د افغانستان پادشاه په هند باندي د برید
هڅه وکړي ،ایران به په افغانستان برید کوي او که افغانستان او یا فرانسې په ایران باندي
برید وکړي ،انګریزان به له ایران څخه طرفداری کوی.
انګریزانو یو تعداد کسان د مال ،سیاح ،تاجر او طبیب تر نامه الندي افغانستان ته د جاسوسۍ
لپاره را ولیږل .د پنجاب سکان یې دې ته وهڅول چې استقالل اعالن کړي.
انګریزانو وکوالی شول چې زمان شاه په دوامداره توګه د مشهد او الهور تر منځ د سفر او
جګړې په حال کې وساتي.
د انګریزانو د استعمار په نتیجه کې د سدوزیانو تر منځ ډیري جګړې وشوې چې باالخره د
سیاست میدان له سدوزیانو څخه بارکزیانو ته انتقال شو.
108
ادامــه...
کله چې محمود خان کندهار ونیو ،زمان شاه احمدخان نورزایي د هغه د مقابلې لپاره ولیږه .خو هغه
محمود خان ته تسلیم شو .زمان شاه بیرته کابل ته راغی ،تر څو یو ځل بیا د محمود مقابلې ته ترتیبات
ونیسي .هغه ته دا مشوره ورکړل شوه چې پېښور ته والړ شی او له خپل سکني ورور شاشجاع څخه
مرسته وغواړي.
د جګدلک په سېمه کې د مال عاشق له لوري اسیر کړای شو ،محمود خان په دې وخت کې کابل نیولی و،
د زمان شاه د اسارت خبر ورکړ.
محمود خان ورور آصف خان له یوې نظامي قطعې سره د مال عاشق لوري ته واستاو ،زمان شاه په هغه
ځای د شاه محمود د یوه جراح پوسیله ړوند او کابل ته را وستل شو او په په باالحصار کې زنداني شو.
زمان شاه د شاه شجاع د حکومت په لومړۍ دوره کې له زندان څخه ازاد کړای شو او د هغه د سلطنت تر
پایه په کابل کې اوسیده .د شاه شجاع د حکومت له ختمېدو څخه وروسته هندوستان ته والړ او هلته وفات
شو.
109
د شاه محمود د سلطنت لومړۍ دوره
(۱۸۰۰م ــ ۱۸۰۳م)
شاه محمود د تېمور شاه زوی ،د احمدشاه بابا لمسی و .د تېمور شاه د واکمنۍ په دوره کې د
هرات د والي په توګه دنده تر سره کوله .کله چې تېمور شاه ومړ او د هغه د اوالدې تر منځ د
واک پر سر اختالفات رامنځته شول.
همایون او محمود چې له نورو وروڼو څخه مشران وو ،د عمر د لوی والي په اساس یې د
سلطنت غوښتنه کوله.
کله چې زمان شاه پادشاهي اعالن کړه ،دواړه مشران وروڼه ناراضه او له زمان شاه سره ښکاره
مخالفت اعالن کړ.
چې په پایله کې همایون ړوند او زنداني شو.
محمود خان ایران ته وتښتېد او په پای کې د پردیو له خوا او د فتح خان په مرسته او همکارۍ د
لومړي ځل لپاره واک ته ورسید.
110
ادامــه...
د محمود د واکمني له دورې څخه هم خلکو د امن تمه لرله ،خو محمود خان یو عیاش ،ټنبل او بې
کفایته انسان و .د سلطنت په موده کې یې دولتي خزانه د خپلو شخصي ګټو لپاره وکاروله.
اکرم خان بامیزایي او فتح خان بارکزایي یې د خپلو وزیرانو په توګه غوره کړل.
د دواړو وزیرانو بیال بیلي طبعي او شاه محمود بې کفایتي د دې المل شوه چې مرکزي دولت
ضعیف او د شاه محمود د لومړۍ دورې د پرځېدو المل شوه.
فتح خان یو چاالک او له حیلې ډک انسان و ،د پالر له وفات وروسته یې د قبیلې مشري په غاړه
واخیسته او د شاه محمود په پادشاه کېدو کې یې فعاله ونډه درلوده ،ځکه یې وزارت د ځان او
کورنۍ حق ګڼل.
د سلطنت ټول واکونه یې وزارت نقل کړي و ،شاه ته یوازي نوم ور پاتې و.
111
ادامــه...
د شاه محمود د سلطنت په دوره کې غلجیانو د عبدالرحیم خان په مشرې پاڅون وکړ .شاه محمود د
هغه د مقابلې لپاره سردار شیراحمدخان د وزیر شاه ولي خان زوی له زندانه ازاد کړ او هغه ته یې
الرښوونه وکړه چې د غلجیانو د مقابلې لپاره یو لښکر جوړ کړي.
د غلجیانو لښکر ته یې په ( ۱۸۰۱م) کال ماتې ورکړه.
د ژمې په تېریدو سره غلجیانو د دویم ځل لپاره برید وکړ .بیا یې هم ماتې وخوړه .خو اوضاع
ارامه نه شوه ،ځکه چې شاه شجاع د زمان شاه سکنی ورور و ،د زمان شاه د سلطنت په دوران
کې د پېښور والي و.
د خپل ورو د غچ اخیستلو لپاره یې په کندهار بریدونه وکړل ،خو هر ځل به ماتې سره مخ ول.
112
ادامــه...
د ایران قاجاریانو په خراسان او مشهد څو ځله بریدونه وکړل ،دا سېمه چې د نادر افشار د اوالدې
تر تسلط الندي وه او د افغانستان د دولت لخوا یې مالتړ او ساتنه کېدله .د هغوی د حکمرانۍ لړۍ
یې په ( ۱۸۰۳م) کال پای ته ورسوله او خراسان یې تر خلي ولکې الندي راوست.
د بلوڅو امیران هم د خپلې خپلواکۍ په لټه کې شول او څو ځله یې پاڅون وکړ.
د ازبکو حکمرانان څو ځله د آمو له سیند څخه را تېر شول او د افغانستان د خاوري په شمال
سېمه یې برید وکړ.
سکانو هم د نورو په شان د افغانستان د مرکزي دولت له داخلي اختالفاتو او ضعیف والي څخه
ګټه واخیسته او په پنجاب کې یې خپله خپلواکي اعالن کړه.
113
ادامــه...
د شاه محمود د سلطنت په دوره کې دغه مختلف پاڅونونه د دې المل شول چې ځینو یې خپلواکي
اعالن کړه او یا د نورو تر ولکې الندي راغلل.
دا پیښي د دې سبب شوې چې د دربار له څنډو نیولې تر لیري پرتو سېمو ټول خلک له شاه محمود
څخه ناراضه شول او د دربار یو شمېر واکمنانو له شاه شجاع سره اړیکه ونیوله او د واک په نیولو
کې د همکاري ژمنه ورکړه.
د شاه محمود څخه د نفرت یوه غټه بیلګه د کابل عمومي پاڅون چې په پایله کې د شاه محمود دولت
ړنګ او پر ځای یې شاه شجاع پادشاه شو.
114
د شاه شجاع د سلطنت لومړۍ دوره
(۱۸۰۳م ــ ۱۸۰۹م )
شاه شجاع هم د تېمور شاه له اوالدې څخه و.
اصلي نوم یې شجاع الملکو .د تېمور شاه د واکمنۍ په دوره کې د غزني والي او زمان شاه د
سلطنت په دوره کې د پېښور حاکم و.
د شاه محمود له لوري د شجاع د سکني ورور زمان شاه ړندیدل د دې سبب شول چې شاه
شجاع ته د فعالیت زمېنه برابره کړي ،تر څو له شاه محمود واک تر السه کړي.
له یوې خوا شیر احمدخان له شاه شجاع سره همکاري پیل کړه ،له بلې خوا په کابل کې د
قزلباشانو په خالف عمومي پاڅون وشو ،په دې مناسب فرصت کې شاه شجاع کابل ته راغی او
له شاه محموده یې واک واخیستی.
115
ادامــه...
شاه شجاع هم وه نه توانید چې د خلکو هیلي پوره کړي.
کورني اختالفات پای ته ورسوي.
ځکه شاه شجاع یو کبرجن ،مغرور او بې پروا انسان و .دغه صفات د دې المل وګرځیدل چې د
شهزاده ګانو تر منځ یو ځل بیا اختالفات زور واخلي.
د لیري والیتونو ځینو مشرانو خپله خپلواکي اعالن کړه او ځیني نورو بیا د باج او خراج په
ورکړه کې سستي کوله.
باالخره ګډوډي او ملوک الطوایفي وضیعت په ټول هېواد کې حاکم شو.
د افغانستان لوېیدځ (هرات او فراه ) د شاه محمود د سکني ورور فیروزالدین په الس کې و چې
یوازي په نامه یې له مرکزي دولت څخه مالتړ کاو.
116
ادامــه...
شاه شجاع د ملک لوېدیځو سېمو ته پاملرنه وه نه کړه چې تر خپل کنترول الندي یې راولي .هغه
دېره جات او سند ته پام واړاوه ،له خپل لښکر سره والړ او د هغو سېمو مالیات یې واخیستل.
په کشمیر کې د عبدهللا خان له لوري پاڅون وشو .شېراحمد خان لخوا وڅپل شو.
شیراحمد خان (مختارالدوله) له دې بریالیتوب څخه وروسته د شاه شجاع په وړاندي قیام وکړ.
شاه شجاع د یاد قیام د څپلو لپاره جګړه وکړه او شیراحمد یې ووژل .کمشیر د هغه له زوی
عطارمحمد خان سره پاتې شو.
د شاه شجاع سکني وراره قیصر چې د شاه شجاع له باوري کسانو څخه و ،د فتح خان په لمسون
یې دوه ځله د شاه شجاع په خالف پاڅون وکړ .خو له ماتې سره مخ شو.
د شاه شجاع بې کفایتي او تکبر او د شاه محمود فعالیت د وزیر فتح خان په همکاري ،له بله اړخه
د شاه شجاع په اداره کې خپل منځي اختالفات د دې سبب شول چې اوضاع نوره هم خرابه کړي.
117
ادامــه...
شاه شجاع د خپلي واکمنۍ په لومړیو کې هڅه وکړه چې له بارکزایي وروڼو سره سوله وکړي،
ځکه یې د محمدخان له خور سره نکاح وکړه او فتح خان ته یې د ملک په مهمو کارو کې ونډه
ورکړه.
خو دې سولې د یو شمېر دالیلو په اساس ډیر وخت دوام وه نه کړ.
فتح خان به کله قیصر د شاه شجاع په وړاندي تحریک کړ او کله به یې فیروزالدین ولمساوو چې د
شاه په وړاندي پاڅون وکړي.
شاه محمود چې د شاه شجاع له لوري په کابل کې زنداني و ،د شاه شجاع د یوه باوري کس
میرواعظ په مرسته له زندان څخه تېښته وکړه.
او په لوېدیځو سېمه کې یو ځل بیا د شاه په خالف مرکز جوړ کړ.
په پایله کې شاه محمود وکوالی شول چې د وزیر فتح خان په همکاري د دویم ځل لپاره واک ته
ورسیږي.
118
ادامــه...
شاه شجاع د لومړي ځل واک په سلطنت کې د (تلست) په نامه معاهده د فرانسې او روسانو تر منځ
السلیک شوه.
دواړو ملکونو بریتانوي هند د خپل شریک دوښمن په توګه پیژندل او د هغه د السته راوړلو لپاره
یې شریک پالن جوړ کړ.
انګریزانو د دې پالن د خنثی کولو لپاره ځانګړي تدابیر ونیول .شاهانو او ځینو والیانو ته یې پالوي
واستول چې د (الفنستن ) په نوم یې پالوی په (۱۸۰۹م) کال کې شاه شجاع ته هم واستول او هغه
یې د ایران له احتمالي برید څخه ووېراوه.
په پایله کې یوه معاهده د شاه شجاع او انګریزانو تر منځ السلیک شوه چې د پېښور د معاهدې
په نوم یادیږي.
د دې معاهدې په السلیک سره افغانستان وکوالی شول چې له اروپایي ملکونو سره د لومړي ځل
لپاره خپل دیپلوماتیک مناسبات ټینګ کړي.
119
ادامــه...
د دې معاهدې اصلي هدف دا و چې افغانان دې ته وهڅوي چې له ناپلیون او ایران سره د
مرستې کولو څخه ډډه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د زمان شاه د سلطنت تر پایه د سدوزیانو قوت او قدرت دننه او بهر
احساسېده.
کله چې شاه محمود واک ته ورسید ،د احمدشاه بابا د امپراطورۍ د تجزیې دوره پیل او د شاه
شجاع په دوره کې نوره هم چټکه شوه.
شاه شجاع د سیاسي ودونو په وسیله چې د بخارا د پادشاه له لور سره یې وکړ ،له شمالې
ګاونډیانو سره ښې اړیکي جوړي کړلې.
محمود خان بیا د بلوچ له لور سره واده وکړ ،ټول بلوچیستان او سند یې د ځان تابع کړل.
بالخره شاه شجاع وه نه توانید چې کورنی وضیعت ارام کړي.
120
د شاه محمود د سلطنت دویمه دوره
(۱۸۰۹ـ ۱۸۱۸م)
شاه محمود دویمه دوره پاچاهي د شاه شجاع د لومړۍ دورې د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته
پلیږي او شاوخوا نهه کاله یې دوام وکړ.
شاه محمود په اصل کې یو ټنبل ،عیاش او بېکاره سړی و.
له تیرو بدبختیو څخه یې عبرت وا نه خیست او له پخوا نه ال زیات په عیاشۍ کې ډوب شو.
نوموړي د ملک سیاسي ،پوځي او ملکي چاري خپلو وزیرانو ،درباریانو او په ځانګړي ډول فتح
خان ته وسپارلي .ځکه چې فتح خان نوموړی دوه ځله قدرت ته ورساوه.
هغه چې د ( شاه دوست او تاج بخش) په نامه یې شهرت درلود ،د شاه محمود له لوري د اشرف
الوزراء لقب ورکړل شو.
121
ادامــه...
فتح خان د شاه محمود لخوا له ورکړل شویو واکو څخه په ګټني ،خپل وروڼه د ملک په مهمو سېمو
کې د والیانو په توګه وګمارل.
د هغه د وروڼو دغه بې حده واک د دې المل شو چې یو شمېر سدوزیان په ځانګړي ډول د شاه
محمود د زوی کامران د کینې او حسد سبب وګرځي.
د شاه محمود دویمه دوره په حقیقت کې د فتح خان د حکمرانۍ دروه وه ،شاه محمود د یو سمبول
حثیت درلود.
فتح خان د دویم ځل لپاره وکوالی شول چې امنیت راولي ،د مختلفو سېمو والیان د سند او
بلوچستان په شمول یې د مرکزي دولت تابع وګرځول.
فتح خان دوه ښه خصلتونه ( زړورتوب او سخاوت) لرل .دا خصلتونه د دې المل شول چې ډیر
خلک د ځان تابع کړي.
122
ادامــه...
کله چې شاه شجاع لومړی ځل واک ته ورسید ،هڅه یې وکړه چې له بارکزي وروڼو سره اړیکي
ښې کړي .د فتح خان له خور سره یې واده وکړ .خو هغه بیا هم له شاه شجاع سره په چل کې
ژوند کاوه.
کله یې په مرکز کې د هغه خالف پالنونه جوړول او کله یې د هغه سکه وراره (قیصر) د شاه
شجاع په خالف پاڅون ته هڅاوه.
د فتح خان دا فعالیتونه د دې المل شول چې د افغانستان لویدیځي سیمي ته والړ شي ،شاه محمود
هم د میرواعظ په همکارۍ له زندان نه تېښته وکړه او فراه ته والړ .هلته یې د شاه شجاع په
خالف یو مخالف مرکز جوړ کړ .
شاه محمود فتح خان ،کامران او فیروزالدین ټول را ټول کړ.
123
ادامــه...
د انګریزانو پالوي چې له شاه شجاع سره یې معاهده السلیک کړه ،ال تر اوسه په پېښور کې
اوسیدو چې د شاه شجاع په خالف پاڅونونه پیل شول.
شاه محمود د فتح خان په مرسته وکوالی شول چې کندهار ونیسي او د کابل په لوري یې حرکت
وکړ.
شاه شجاع په دې وخت کې د کشمیر د نیولو لپاره یو لښکر استولی و چې هغه سېمه له عطاء
محمد خان څخه ونیسي .خو د سردارانو د خپل منځي مخالفتونو له امله له ناکامي سره مخ شو.
شاه شجاع کابل او کندهار ته له کشمیر څخه ډیر ارزښت ورکاو ،مهمندو او خلیلو له سیمو څخه
یې یو لښکر تنظیم او د کابل په لوري یې حرکت وکړ.
مخکي له دې چې شاه شجاع کابل ته ورسیږي ،کابل د شاه محمود له لوري نیول شوی و او
لشکر یې د پېښور په لور روان و.
124
ادامــه...
د دواړو لښکرې د نملي په سېمه کې یو له بل سره مخامخ شوې ،شاه شجاع ماتې وخوړه .د پېښور
په لور وتښتید او شاه محمود د دوهم ځل لپاره واک ته ورسید.
کله چې شاه محمود دوهم ځل واک ته ورسید ،له ډیرو ستونزو سره مخ شو .له یو لوري پېښور د
شاه شجاع تر نفوذ الندي و.
له بل لوري کشمیر د عطاء محمد خان له لوري اداره کېدو چې ډیر قوت یې درلود او له مرکزي
دولت څخه پیروي نه کوله.
د افغانستان لوېدیځه سیمه د شاه محمود د سکه ورور فیروزالدین تر کنترول الندي وه او هغه د
مرکزي دولت د ضعیف والي په صورت کې د قاجاریانو تر نفوذ الندي راغلي و.
شاه محمود د فتح خان په مرسته له شاه شجاع څخه پېښور ونیسي او هغه یې دې ته مجبور کړ چې
الهور ته والړ شي او رنجیت سنګ ته پناه یوسي.
125
ادامــه...
همدا ډول کشمیر یې له عطاء محمدخان څخه ونیو او سردار عظیم خان یې هلته د حاکم په توګه
وګمارلو.
په ( ۱۸۱۴م) کال رنجیت سېنګ وکوالی شول چې د اټک پوځي کال ونیسي په دې وخت کې چې د
شاه محمود لښکر په ختیځه سیمه کې بوخت و.
قاجاریانو له موقع څخه استفاده وکړه او د غوریانو کال یې ونیوله.
فېروزالدین چې د شاه محمود سکنی ورور او د هغه د پاچاهۍ په لومړۍ او دویمه دوره او د شاه
شجاع د پاچاهۍ په لومړۍ دوره کې د هرات والي و.
د مرکزي دولت د ضعیف والي له امله دې ته اړ شو چې کله ایرانیانو ته د سیمي یوه برخه مالیه
ورکړي ،حتی کله به یې د ایران د پاچا نوم د جمعې د لمانځه په خطبه کې یاداوو.
په دې وخت کې فیروزالدین دې ته اړ شو چې له خپل سکني ورور شاه محمود څخه د قاجاریانو د
برید د دفع کولو لپاره مرسته وغواړي.
126
ادامــه...
شاه محمود خان ته الرښوونه وکړه چې یو لښکر تنظیم او د فیروزالدین د همکارۍ لپاره په
لوري حرکت وکړي.
کله چې فتح خان هرات ته ورسید ،فیروزالدین د خپل ځان له وېري د فتح خان لښکر ته اجازه
ور نه کړه چې د هرات ښار ته دننه شي ،خو فتح خان له جګړې پرته هرات داخل شو او
فیروزالدین له خپلي کورنۍ سره اسیر او د زنداني په شکل یې کندهار ته واستاوه.
شتمني یې د فتح خان د وروڼو دوست محمدخان او کندلخان الس ته ورغله .فتح خان د
فیروزالدین له اسارت څخه وروسته د غوریانو د کال په لوري حرکت وکړ.
ایراني لښکر وروسته له دې چې څو زره کسان یې ووژل شول ،له ماتې وروسته د سیمي
پرېښودلو ته اړ شول.
127
ادامــه...
فتح خان د اېراني لښکر له ماتې وروسته هرات ته را ستون شو ،هلته د ادارې په تنظیم بوخت
شو .دا وخت شاه محمود په کابل کې د ایرانیانو له ماتې څخه خبر شو ،له خپل زوی کامران
سره یې د هرات په لوري حرکت وکړ .خپل لمسی جهانګیر یې په کابل کې سر پرست
پرېښود.
شاه محمود غوښتل چې فتح خان د پخوا په شان خپلي دندي ته دوام ورکړي ،خو د فیروزالدین
په دوامداره شکل شکایت په ځانګړي توګه له دوست محمدخان څخه چې د فیروزالدین کورنۍ
ته یې اهانت او سپکاوی کړی و ،شاه محمود دې ته اړ کړ چې خپل زوی کامران هرات ته
واستوي او د دوست محمد خان د دې کړنې په مقابل کې د هغه ورور فتح خان ته چې دی
ترې ناراضه و ،په یو مناسب وخت کې جزاء ورکړي.
په هرات کې د فتح خان له لوري د کامران تود هر کلی وشو او د فیروزالدین په ماڼۍ کې د
هستوګني ځای غوره کړ.
کله چې کامران یو مناسب وخت وموند ،فتح خان یې اسیر او بیا یې په دواړو سترګو ړوند کړ
(۱۷۱۸م)
128
ادامــه...
کله چې د فتح خان وروڼه له دې پیښې خبر شول ،د خپل ورور د غچ اخیستلو لپاره یې پاڅون
وکړ .له کشمیر څخه نیولي تر هرات پوري ټوله سېمه د اور لمبه وګرځوله او یو ځل بیا د
کورنۍ جګړې اور په ټول افغانستان کې خپور شو.
سردار عظیم خان چې له فتح خان څخه وروسته تر ټولو وروڼو لوی او د زیات قدرت خاوند
و ،دوست محمد خان یې د کابل د نیولو لپاره واستاوه او شاه شجاع یې دې ته دعوت کړ چې
پېښور ته راشي او د شاه محمود په بدل کې خپل ځان د پادشاه په توګه اعالن کړي.
کله چې دوست محمد پېښورته راغی ایوب شاه یې د پاچا په توګه اعالن کړ او له هغه څخه
وروسته دوست محمد خان کابل ته راغی ،شاه محمود ته یې ماتې ورکړه او غزني ته یې په
پېښته اړ کړ.
129
ادامــه...
یو ځل بیا د دوست محمدخان او شاه محمود تر منځ د کابل او غزني په منځ کې جګړه وشوه.
شاه محمود او کامران ماتې وخوړه ،وزیر فتح خان ته د شاه محمود له لوري ډیر سخت عذابونه
ورکړل شول ،تر څو په (۱۸۱۸م) کال کې په قتل ورسید.
د فتح خان له وژلو وروسته شاه محمود هرات ته والړ او د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې یې د
سدوزیانو یو خپلواک حکومت اعالن کړ او کامران یې د خپل وزیر په توګه غوره کړ.
د شاه محمود او فیروزالدین او همدارنګه د شاه محمود او کامران تر منځه جګړې وشوې چې په
پایله کې کامران په دواړو بریا تر السه کړه او خپل ځان یې پادشاه په توګه اعالن کړ چې د
هغه حکومت په دغه سیمه کې تر (۱۸۴۲م ) کال پوري دوام وکړ.
130
ادامــه...
کله چې شاه محمود د دوست محمدخان له لوري له ماتې سره مخ شو ،د هغه دویمه دوره
پادشاهي پایت ورسده.
د سدوزیانو او بارکزیانو مخالفتونه او دوښمنۍ چې د سردار پاینده خان په وژلو سره پیل شوې او
وروسته په همکارۍ او دوستي بدلې شوې ،خو یو ځل بیا د شاه محمود په دویمه دوره کې د
وزیر فتح خان په ړندولو او قتل سره پیل شو او هغه نسبي ملګرتیا په دوښمنۍ بدله شوه.
د سدوزیانو او بارکزیانو د مخالفتونو په پایله کې د احمدشاه بابا د لویي امپراطورې تجزیه پیل
شوه او انګریزانو ته د دې موقع برابره شوه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې الس وهنه
وکړي.
131
د بارکزیانو د حکومت دوره
بارکزي د ابدال د کړوسي چې عیسی نومیده او په ځیرک مشهور وو ،له اوالدې څخه دی چې
عیسی د رځړ زوی د ابدال لمسی د ترین کړوسی ،د شر خبو کودی چې د شرخبو پالر سړبن او
نیکه یې عبدالرشید نومیږي.
ځیرک څلور زامن درلودل چې ( اڅک ،بارک ،الکو او پوپل) نومېدل.
اوالدونه یې د اڅکزیانو ،بارکزیانو ،الکوزیانو او پوپلزیانو په نامه یادیږي.
د افغانستان په معاصر تاریخ کې د پوپل او بارک اوالدې له دوه سوه کاله څخه زیاته پادشاهي
کړې ده.
بارکزیانو هغه وخت سیاست ته په مستقیم ډول الر ومونده چې په ایران کې نادر افشار د خپلو
نظامي افسرانو او لوړ پوړو ملکې مامورینو له لوري ووژل شو.
132
ادامــه...
احمد خان او نور محمد خان په مشرۍ لښکر چې د نادر افشار په فوځ کې دنده لرله ،کندهار ته
راغلل او بیړنۍ جرګه یې را وغوښتله چې په هغه کې جمالخان بارکزي هم ځان کاندید کړی و
چې کله د احمد خان له ټاکل کېدو خبر شو ،له خپل دری ّځ څخه په شا شو.
کله چې احمدخان د احمدشاه ابدالي په نامه د پادشاه په توګه وټاکل شو ،حاجې جمال خان یې د
خپل سالکار په توګه وټاکل او هم یې د بارکزیانو د رئیس په توګه په رسمیت وپیژانده.
د احمد شاه بابا په ژوند کې د دوی تر منځ (بارکزي او سدوزي) اړیکي ښې وې.
کله چې احمدشاه بابا مړ شو ،د هغه له مړیني وروسته جمال خان هم مړ شو .د تېمورشاه او
سلیمان شاه تر منځ د واک پر سر جنجالونه جوړ شول چې په پایله کې تېمور شاه واک ته
ورسید.
تېمور شاه هم د پالر په شان له سدوزیانو سره ښې اړیکي وساتلې او رحیم داد خان چې جمال
خان زوی و ،خپل سالکار وټاکل.
133
ادامــه...
رحیم داد خان له یوې خوا مغرور او بلې خوا یې د تېمور شاه الرښوونو ته غوږ نه نیو .بارکزیان
هم د ده له مشرې ډیر په تنګ شوي و ،ځکه نو تېمور شاه دی له دندي ګوښه او له کورنۍ سره
یې یو ځای پېښورته ولیږه.
د ده بل ورور سردار پائینده محمد خان چې ډیر هوښیار او چاالک انسان و د ځان سالکار په تو
ګه یې وټاکل او د سرفراز خان لقب یې ورکړ ،د تېمور شاه تر مرګ یې اړیکي ډیري ښې وې.
د تېمورشاه له مړیني وروسته د اوالدونو تر منځ یې د واک په سر ډیر مخالفتونه رامنځته شول،
باالخره شاه زمان د پاینده محمد خان او قزلباشانو په مرسته واک ته ورسید.
په لومړیو کې د شاه زمان او پاینده محمد خان اړیکي ډیري ښې وې ،نوموړ یې د دربار له
ځانګړو کسانو څخه شو.
کله چې همایون په کندهار کې د شاه زمان پر ضد پاڅون وکړ پاینده محمد خان یې د ځپلو په
موخه ور ولیږل.
134
ادامــه...
خو کله چې شاه زمان د ملک په داخل کې له ستونزو سره مخ شو ،انګریزانو هم له بهر څخه د ده د
واکمنۍ پر خالف کړني پیل کړې.
شاه زمان د پاینده محمد خان پر ځای رحمت هللا خان پوپلزی د فادار خان په نامه د وزیر په توګه وټاکه.
دې کړنې سردار پاینده محمد خان ناخوښه کړ او له پالزمېني څخه د سویل لویدیځ په (قلعه ادي) د هلمند د
سیند غاړي ته والړ.
سردار پاینده محمدخان په خپل کور کې د بارکزي غونډه را وبلله او د شاه زمان د ګوښه کولو او رحمت
هللا خان د وژلو دسیسه یې جوړه کړه چې موخه یې د شاه شجاع او یا شاه محمود واک ته رسول وو چې
یاده دسیسه د شاه زمان لخوا شنډه او ټول دولس کسان یې اعدام کړل.
135
ادامــه...
د سردار پاینده محمد خان اوالده چې مشر زوی یې فتح محمد خان نومیده ،د دې لپاره چې له شاه زمان
څخه د خپل پالر غچ واخلي ایران ته والړ او شاه محمود ته یې پناه یووړه ،له هغه سره مرسته وکړه او
هغه یې واک ته ورساوه.
شاه محمود هم فتح خان د وزیر په توګه وټاکل او د اشرف الوزراء لقب یې ورکړ چې بیا د شاه دوست او
تاج بخش لقبونه هم ورکړل شول.
د شاه محمود په دویمه دوره واکمني کې فتح خان ډیر واکونه لرل چې له دې فرصت نه یې استفاده وکړه
او خپل وروڼه یې دوالیانو په توګه وټاکل.
کله چې د ایران لخوا په هرات حمله وشوه ،شاه محمود فتح خان د سر لښکر په توګه مخې ته ور واستاوو،
هلته د شاه محمود له سکني ورور (فیروزالدین) سره جنجالونه پیدا شول او هغه یې له کورنۍ سره د
زندانیانو په توګه کندهار ته ور ولیږل.
136
ادامــه...
کله چې شاه محمود له دې کاره خبر شو ،کامران یې د فتح خان د جزاء لپاره هرات ته ور ولیږل .فتح
خان یې په مناسب وخت کې ړوند کړ.
کله چې د هغه وروڼه له دې عمله خبر شول ،له نادعلي ،دیره جات او کشمیر څخه نیولي تر هراته یې د
شاه محمود په خالف پاڅون پیل کړ.
په ختیځ او لویدیځ کې بارکزیانو د سردار عظیم خان تر مشري الندي او په لویدیځ کې متحد شول ،د
سدوزیانو د واکمنۍ په خالف یې کړني پیل کړې.
عظیم خان چې له نورو وروڼو مشر او د واک خاوند وو ،له نورو قومي مشرانو سره اړیکي ټینګې کړلې
او هغوی یې پاڅون ته تشویق کړل.
امیر دوست محمد خان هم د عظیم لخوا له بنده ازاد شو او له یو محدود لښکر سره دکابل د نیولو لپاره را
ولیږل شو.
137
ادامــه...
دوی په لومړي سر کې کوښښ کاوه چې د شاه محمود پر ځای د هغه بل ورور واک ته ورسوي .عظیم
خان د هغه د میرمني ورور شاه شجاع وروباله او خپله پادشاهي اعالن کړي.
کله چې دوست محمد خان پېښور ته را ورسید ،ایوب شاه چې د شاه محمود ورور و ،د پادشاه په توګه یې
اعالن کړ او خپله یې د کابل په لوري حرکت وکړ .کابل یې د کامران له زوی جهانګیر څخه ونیو.
علي شاه چې د زمان شاه زوی او یا ورور یې د پادشاه په توګه اعالن کړ او خپله یې ځان وزیر کړ.
له څه مودې وروسته سردار عظیم خان د کابل په لوري حرکت وکړ ،نواب جبارخان چې د هغه بل
ورور وو ،په کشمیر کې یې د سرپرست په توګه وګماره.
کله چې پېښور ته ورسیده له شاه شجاع سره یې د قدرت د تقسیم پر سر اختالف پیدا شو ،سردار عظیم
خان د شاه شجاع له قدرت څخه او له ایوب شاه څخه یې مالتړ وکړ ،له ځان سره یې کابل ته راوست.
هغه یې پادشاه او خپل ځان یې د هغه د وزیر په توګه اعالن کړ.
138
ادامــه...
په کابل کې دوه کسه سدوزائي پادشاهان چې ایوب شاه او علي شاه نومیدل چې دواړه سره وروڼه او یا
کاکا او وراره و ،پادشاهي اعالن کړه او د بارکزیو له کورنۍ څخه دوه وزیران (محمد عظیم خان او امیر
دوست محمدخان) چې دواړه سره وروڼه و ،د کابل په باالحصار کې مېشت شول.
دواړه تش په نامه پادشاهان و چې اصلي واک له وزیرانو سره و چې یو د بل د له منځه وړلو هڅه یې
کوله ،د دوی د اختالف المل دا و چې دوی د بارکزیو د کورنۍ په یوه کس اتفاق نه کاوه .له همدې امله
یې د سدوزیانو له تش په نامه پادشاهانو څخه خپله ګټه اخیسته.
دغه دوه ګوني پادشاهي تر ډیره دوام وه نه کړ ،ځکه چې سلطان علي شاه د ایوب شاه د زوی له لوري
چې اسماعیل نومېده .په قتل ورسید.
عظیم خان او ایوب شاه ته د یوې لنډي مودې لپاره میدان خالي پاتې شو ،د سردار عظیم خان د حکمرانۍ
او سردارۍ په مهال سکانو د انګریزانو په کمک او لمسون وکوالی شول چې کشمیر ،دیره جات او ملتان
ونیسي او د تل لپاره له افغانستان څخه جال شي.
139
ادامــه...
سردار عظیم خان چې د یوه جنګي ماموریت په هوډ د ملک ختیځې سیمې ته تللی وو ،کابل ته یې د بیرته
راتلو هوډ وکړ ،خو د لته بند په سېمه کې په (۱۸۲۳م) کال کې ومړ.
د هغه زوی چې حبیب هللا نومیده او بې کفایته کس وو ،د ایوب شاه د وزیر په توګه وټاکل شو ،د ایوب
شاه وزیر په توګه وټاکل شو ،پدې وخت کې شهزاده ایوب د خپل زوی اسمعیل په همکارۍ وغوښتل چې
حبیب هللا له قدرت څخه لري کړي.
سردار پردلخان چې د سردار عظیم خان خزانې ته یې سترګي نیولي وي ،کابل ته راغی .اسمعیل یې
وواژه ،ایوب شاه یې له واکه لري کړ.
د کابل له امنیت وروسته د کندهار په لوري یې حرکت وکړ او حبیب هللا یې د پیسو په بدل کې په خپل حال
پرېښوده ،په دې ډول سدوزیانو د کورنۍ واکمني په کابل کې پای ته ورسیده.
140
ادامــه...
حبیب هللا چې یو بې کفایته او عیاش انسان وو .د کابل خلک له هغه څخه ناخوښه شول او د هغه دې له
منځه وړلو په لټه کې شول.
حبیب هللا له خپلو کندهاري اکاګانو څخه د مرستي هیله وکړه ،شېردل خان د هغه د مرستي لپاره له کندهار
څخه کابل ته راغی ،مګر کله یې چې حالت کړکیچن ولید ،د حبیب هللا الس یې له قدرت څخه لنډ کړ او
واک یې خپل کړ.
مګر عمر ور سره وفا وه نه کړه ،لیږ موده وروسته ومړ.
141
د امیر دوست محمدخان د حکمرانۍ دوره
( ۱۸۲۴ــ ۱۸۳۵م)
کله چې سردار عظیم خان کابل ته راغی ،دوست محمد خان یې په دې مجبور کړ چې له وزارته
تیر شي او د غزني په حکومت بسنه وکړي.
خپل ځان یې د ایوب خان د وزیر په توګه اعالن کړ.
له دې وروسته افغانستان د سردار پاینده خان د زامنو تر منځ وویشل شو ،په رسمي ډول پادشاهي د
سدوزیانو د کورنۍ په یوه کس پوري اړونړ وه ،خو په عملي ډول بارکزایو سردارانو په جال او
خپلواک ډول ځیني سیمي په خپل واک کې لرلې.
سردار عظیم خان د وزیر په توګه په کابل کې ،پردل خان ،شیردل خان ،مهردل خان ، ،کندلخان،
رحیم دل خان ،چې په کندهاري سردارانو مشهور و ،مور یې غلجۍ وه په کندهار کې اوسیدل.
عطامحمد خان ،یار محمد خان ،سلطان محمد خان ،سعید محمد خان او امیرمحمدخان جې مور یې
الکوزۍ وه ،په پېښور کې اوسیدل.
142
ادامــه...
نواب جبارخان په کشمیر کې ،نواب محمدخان او نواب زمانخان په دېره غازي خان کې ،دوست
محمد خان په غزني کې ،ځیني نور وروڼه چې ځینو یې د سردار عظیم خان په خدمت کې ژوند
کاوه ،چې د وزیر فتح خان له مړیني څخه وروسته د بارکزیانو د کورنۍ د ریاست دنده لرله او ځیني
نورو یې چې اصال سیاسي او نظامې ونډه نه درلوده له صحني څخه ووتل.
وروسته له دې چې بارکزایي وروڼو د شاه محمود پر ضد په پاڅون الس پوري کړ ،دوست محمد
خان له خپلو وروڼو سره په پرله پسې ډول اته کاله جګړه وکړه.
په لومړي سر کې له سردار عظیم خان او له هغه څخه وروسته د هغه زوی حبیب هللا خان ،له هغه
څخه وروسته سردار شیردلخان او د دغو جګړو په نتیجه کې یې تر ټولو نه زیات د کابل او هغه
پوري اړوندو چارو کې نفوذ او قدرت پیدا کړ او د هغو د له منځه وړلو څخه وروسته یې د خپل ځان
لپاره په کابل کې الره هواره او ویې کوالی شول چې محمد خان طالیي له خپلي مخي څخه لري
کړي او د خپل امارت لپار یې الره هواره کړه.
143
ادامــه...
د هغه د نفوذ او واک سیمه کابل ،غزنی ،کوهستان ،کوهدامن او ...وروسته یې تګاب او نجراب
ونیول .په ختیځ کې تر پېښور او په سویل لویدیځ کې یې تر قالت پوري سیمه تر واک الندي کړه.
د دوست محمد خان د واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې ،قاجاریانو ،سیکانو او انګریزانو د منظمو
پالنونو په پایله کې د کندهار او پېښور په پولو کې د پرمختګ په حال کې و.
دا خطر د ملک په ختیځو کې ډیر زیات تر سترګو کېدو .ځکه چې له یوه لوري د پیښوري وروڼو د
نیولو تمه لرله او له بله اړخه رنجیت سینګ د یرغل په فکر کې و.
په دې وخت کې انګریزانو د سیکانو او شاه شجاع له وجود څخه ګټه واخیسته او منظم پالنونه یې
جوړ کړل.
144
ادامــه...
په (۱۸۳۲م) کال کې کله چې شاه شجاع په لودهیانه کې د میلمه په توګه ژوند کاوه ،د انګریزانو د
سیاسي مامور پوسیله یې د هند له عمومي حکمران څخه هیله وکړه چې د افغانستان په دوهم ځل
نیولو کې له هغه سره مرسته وکړي.
هغه له مالي کومک څخه ډډه وکړه ،مګر هغه تل پاتې مرسته چې انګریزانو له شاه شجاع سره
کوله اواندازه یې پنځه زره پونده ته رسیده .مخکي له وخته یې هغه پیسې ده ته ورکړې.
برتانوي مسؤولینو په هغه باندي باور نه درلود ،ځکه یې هڅه کوله ،تر څو شاه شجاع یو ځل بیا
قدرت ته ورسوي.
د سند امیران له شاه شجاع سره د کمک وعده وکړه ،پدې شرط چې له کامیابي وروسته به د دوی
خپلواکي په رسمیت پیژني.
دا المل و چې د انګریزانو سیاسي مامور کپتان وید د شاه شجاع او د هغه د پخواني دوښمن ررنجیت
سنګ تر منځ منځګړیتوب وکړ او یوه هوکړه یې السلیک کړه.
145
ادامــه...
په (۱۸۳۳م) کال کې شاه شجاع له یوه درې زره کسیزه لښکر سره په کندهار برید وکړ ،کندهاري وروڼو
د دوست محمد خان په مرسته دا حمله دفع او له ماتې سره مخ کړه.
هغه وخت چې کندهاري وروڼو له دوست محمدخان څخه کمک وغوښت ،دوست محمد خان په اول ګام
کې هڅه وکړه تر څو له ختیځ لوري څخه چې نواب زمان خان په ننګرهار کې حاکم وو او سلطان محمد
خان طالیي په پېښور کې واکمن وو.
دوست محمد خان له یوه لښکر سره د ننګرهار په لوري حرکت وکړ نواب زمان خان ماته وخوړه او
ونیول شو ،سلطان محمد خان طالیي د دوست محمد خان د برید له ویري خپل ځان د سکانو تر مالتړ
الندي اعالن کړ چې له دې څخه وروسته یې د کندهار په لوري حرکت وکړ.
146
ادامــه...
په همدې کال (۱۸۳۳م ) کال کې رنجیت سنګ پېښور ونیو او سلطان محمدخان طالیي د باجوړ په
لوري وتښتېد.
کله چې دوست محمد خان کندهار ته ورسید شاه شجاع ماته وخوړه.
ده په خپله دولس کلنه دوره کې وکوالی شول چې د کابل ګاونډي والیتونه تر ننګرهار ،کاپیسا او
قالت پوري ونیسي.
د دوست محمد خان د سردارۍ او حمکرانۍ د دورې په پای ته رسېدو سره د افغانستان د وېش او
ګډوډۍ دوره پای ته ورسېده.
147
د امیر دوست محمدخان د امارت لومړۍ دوره
( ۱۸۳۵ــ ۱۸۳۹م)
وروسته له دې چې دوست محمدخان د حمکرانۍ او سردارۍ په دوره کې ځیني مهم کارونه تر سره
کړل او د هغو په وسیله یې وکوالی شول چې په کابل کې مرکزیت پیاوړی او د ځان د پادشاهۍ
لپاره یې الره هواره کړه.
بل طالي چانس دا وو چې سکانو پېښور ونیول شو ،خلکو پاڅون وکړ او له هري خوا د سکانو په
وړاندي د جهاد غږ پورته شو.
دوست محمدخان د وګړو له احساساتو څخه په ګټي له علماوو د جهاد د فرضیت فتوا په تر السه
کولو او د هغوی په وړاندي دریدلو لپاره یو مشر (امیر المومنین ) ته اړتیا ده .په دې توګه خلک په
ده پسي ودرېدل او د واک تاج یې د عیدګاه په جومات کې پر سر کېښود.
ده په پیسو کې په خپل نوم لیکلو وکوالی شول چې د نوې مرکزي ادارې د جوړېدو په برخه کې
لومړنی ګام چې د سدوزیانو د واکمنۍ د له منځه تلو له امله ړنګه شوې وه واخلي.
148
ادامــه...
امیر دوست محمدخان دوه ځله د پېښور د نیولو چمتوالی ونیو ،خو بریالی نه شو .د تاریخونو له
مخي د امیر دواړه ځله ماتې داسي راغلې دي:
په ( ۱۸۳۴م )۹کال کې هغه مهال چې پېښور د سېکانو له خوا ونیول شو او د امیر ورور سلطان
محمدخان له پېښوره باجوړ ته وتښتېد.
امیر د پیښور د بیا نیولو په موخه چمتوالی ونیو او د انګریزانو له سیاسي کپتان وید سره په لودهیانه
کې او الردبتنک چې هند حکمران وو د پېښور په بیا نیولو کې مرسته وغوښته ،انګریزانو په
ښکاره وښوده چې دوی د دواړو خپلواکو ملکونو په چارو کې السوهنه نه کوي ،خو په ریښتیا یې د
سکانو مالتړ کاو.
149
ادامــه...
کله چې سېکان په کابل کې د امیر دوست محمد خان له چتموالي خبر شول ،د هارلن په وسیله
چې یو امریکایي جاسوس و ،کوشش وکړ چې د وروڼو تر منځ جنجالونه جوړ کړي.
له یوې خوا د وروڼو تر منځ د همغږۍ نشتوالی او له بل پلوه د سلطان محمدخان طالیي خیانت د
دې المل شول چې امیر د پېښور په نیولو کې بریالی نه شي.
دوست محمدخان چې په خپل لښکر کې د جګړې توان نه لید ،له جګړې پرته یې ماتې وخوړه او
د جالل اباد په لور یې شاتګ وکړ.
کله چې امیر دوست محمدخان کابل ته را ستون شو ،له ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ شو ،له یوې
خوا ناکامي او له بله اړخه اقتصادي مشکالت او د وروڼو تر منځ اختالفونه.
دا ټولي ستونزي د دې المل شوې چې امیر یو ځل بیا له انګریزانو له نماینده الرد اکلند سره په
هندوستان کې اړیکه ټینګه ،خو دا ځل یې د انګریزانو له لوري مثبت ځواب تر السه نه کړ.
150
ادامــه...
په دې وخت کې مهمه مسئله د انګریزانو او روسانو فعالیتونه وو چې هدف یې هدف یې د خپلو
سیاسي فعالیتونه پراخوالی او خپلو شومو موخو ته ځان رسول و.
ځکه یې نو د انګریزانو هیئت د الکساندر برنس تر مشرۍ الندي په (۱۸۳۶م یا ۱۸۳۷م ) کال کابل
ته ورسید.د امیر دوست محمدخان له لوري یې تود هرکلی وشو.
امیر دوست محمدخان ته د برنس لخوا د هند د وایسرای لیک تسلیم شو .په دې لیک غوښتل شوي
و چې د دواړو ملکونو په مرسته د افغانستان په پوله یو سوداګریز مرکز جوړ کړی شي.
کله چې د انګریزانو او امیر تر منځ خبري پیل شوې ،ټول بحث سیاسي و ،نه اقصتادي .انګریزانو
له امیر څخه وغوښتل چې د ورسانو د احتمالي برید په وخت کې له هرات څخه دفاع وکړي .امیر
د انګریزانو دا غوښتنه ومنله او له انګریزانو یې وغوښتل چې د دې په مقابل کې په سیکانو فشار
راوړي ،تر څو پېښور افغانانو ته وسپاري.
151
ادامــه...
امیر ددې هیئت په راتګ ډیر خوشحاله و ،خو کله چې د انګریزانو له لوري مثبت ځواب تر السه
نه کړ ،نو مجبورا یې له روسانو سره د اړیکو د ټینګولو وغوښتل.
روسي تراز ته یې یو لیک واستاوه ،چې په هغه کې خپل معرفت او دریځ ،د سدزویانو او بارکزیانو
خپل منځي اختالفاتو ،له شاه شجاع سره د انګریزانو همکاري ،له رنجیت سینګ سره د انګریزانو
دوستانه اړیکي او د امیر له کورنۍ سره د انګریزانو د نیکو اړیکو خرابول یاد شوي و او د روسیې
له تزار څخه یې دا هیله کړې وه ،کوم ډول مرسته د انګریزانو په وړاندي له ایران سره تر سره
کیږي ،له افغانستان سره دې هم تر سره شي.
152
ادامــه...
دا وخت روسانو د تهران د سفیر په مشوره کپتان ویکوویچ د روسانو د هیئت په توګه افغانستان ته را
ولیږل او په کندهار کې یې له کندهاري وروڼو سره ولیدل.
دا هغه وخت و چې د انګریزانو نماینده برنس ال په کابل کې و او امیر دوست محمدخان یې وه وېراوه
چې غواړي سیمي ته د روسانو راتګ ته الره هواره کړي.
امیر دوست محمدخان د کندهار حکیم ته حال ور ولیږل چې د روسیې له استازي سره دې نه ګوري او
نه دې کابل ته د راتګ اجازه ورکوي ،خو کله چې د امیر حکم دوی ته رسېدل د روسیې استازي د
کابل په لوري حرکت کړی و ،دا وخت نو امیر مجبور شو چې ورسره وویني.
153
ادامــه...
ویکوویچ د روسانو د سفیر له لوري چې په ایران کې مېشت و او د روسانو د تزار له لوري امیر ته
لیکل شوي و ،ورکړل.
په دې لیکنو کې د دوستانه اړیکو او سوداګرۍ په اړه خبري شوې وې ،خو ځیني مورخین لیکي چې د
ویکوویچ له خوا امیر ته وعده ورکړل شوه چې د پېښور په نیولو کې به ور سره مرسته کوي.
امیر د روسیې د سفیر لیکونه برنس ته ورښکاره کړل.
د روسانو او انګریزانو د هیئت راتګ کابل ته او د سکانو له لوري د پېښور نیول او شاته یې د
انګریزانو الس او هرات د ایران له لوري محاصره و او روسانو یې مالتړ کاو.
154
ادامــه...
باالخره د انګریزانو او امیر دوست محمدخان د خبرو پایله ناکامه شوه .د ناکامي مختلف دالیل دي.
لومړی دا چې برنس د امیر او امیر د برنس وړاندیزونه وه نه منل.
دوهم دا نظر و چې د خبرو د پایلو ناکامي د روسانو د پالوي راتګ و.
درېیم نظر دا و چې د خبرو ناکامي د انګریزانو د سکرتر وید او شاه شجاع اړیکي وې.
ویکوویچ امیر ته د پیسو د ورکړي وعده ورکړه او د کندهار او هرات له الري بیرته ستون کېدو چې په
الره کې د انګریزانو لخوا ووژل شو او اسنادونه یې ترې واخیستل.
انګریزانو د له روسانو سره د امیر هوکړه لیک د پلمې په توګه ورته ونیو ،سره له دې چې دوی
پوهیدل چې امیر د انګریزانو دوستي لومړیتوب ورکوي.
155
ادامــه...
دا و چې انګریزانو له شاه شجاع سره په لودهیانه کې اړیکه ونیوه او په افغانسان یې برید وکړ.
156
د انګرېزانو لومړنی یرغل او د شاشجاع د پادشاهۍ دویمه دوره
(۱۸۳۹ــ۱۸۴۲م)
کله چې د امیر دوست محمدخان او برنس تر منځ خبري کومي پایلي ته وه نه رسېدلې ،د امیر او
انګریزانو تر منځ د دوښمنۍ فضا جوړه شوه او هغه پالوی چې د برنس په مشري کابل ته راغلی و ،په
( ۱۸۳۸م) کال کې هندوستان ته احضار شو.
کله چې برنس دوهم ځل هندوستان ته ستون شو ،داسي اوازې شوې چې دوست محمدخان روسانو ته
دعوت ورکړی ،تر څو په هند باندي برید وکړي.
په اصل کې د انګریزانو مقصد په یو مظلوم ملت باندي یرغل وو ،دا پریکړه له پخوا د انګریزانو په پالن
کې وه .دغه الملونه یوازي او یوازي د دوی د یرغل لپاره یوه پلمه وه .ځکه چې د دوی اصلي موخه د
سترو قوتونو پر وړاندي د طالیي تاج ساتنه وه.
157
ادامــه...
انګریزانو د خپلو موخو د پلي کولو لپاره د برنس له ستنیدو وروسته یو تړون په (۱۸۳۸م) کال له شاه
شجاع او رنجیت سینګ سره السلیک کړ چې د مثلث او یا د درې اړخیز تړون په نامه یادیږي.
د ځینو مورخینو په نظر دا درې اړخیز تړون په حقیقت کې د هغې دوه اړخیزي هوکړي بیا له سره کول
دي چې په (۱۸۳۳م) کال د شاه شجاع او رنجیت سنګ تر منځ السلیک شوې وه او ( )۱۴شرطونه یې
لرل.
خو کل چې انګریزانو په افغانستان باندي برید کاوه ،له رنجیت سنګ او شاه شجاع سره یې اړیکه ونیوه،
دواړو ته یې قناعت ورکړ چې هغه دوه اړخیزه هوکړه باید یو ځل بیا له سره تازه او انګریزانو ته هم پکې
ځای ورکړل شي.
دوی په خوشحالي سره موافقې ته ورسیدل او د الهور مشهوره معاهده یې السلیک کړه .په دې معاهده
کې رنجیت سنګ او مکناټن حقوقي شخصیتونه او د اخیتار خاوندان وو ،خو شاه شجاع له وطن څخه
تښتیدلی او د ملي حقوقو څخه بې برخي دی.
158
ادامــه...
دغه معاهده چې ( )۱۸شرطونه یې درلودل ،د شاه شجاع د یو ځل بیا قدرت د رسېدو په مقابل کې له هغه
څخه ژمنه اخیستل شوې وه چې شاه شجاع به د هغو سېمو له یوې برخي څخه چې د ملکیت دعوی یې
کوله او له پېښور ،کشمیر ،دیره جات او خیبر څخه عبارت دي د رنجیت سنګ په ګټه له خپلې دعوی
څخه منصرف شي او وعده یې وکړه چې له انګریزانو او سیکانو څخه پرته به له هیچا سره خپلي اړیکي
نه ټینګوي او هم به د هرات خپلواکي چې د ده د وراره کامران په الس کې وه ومني.
انګریزانو د سملي اعالمیه نشر کړه چې په هغې کې امیر دوست محمدخان متهم او ځان یې د شاه شجاع
خواخوږی معریفي کړ.
159
ادامــه...
د سملي د اعالمیې له خپرولو وروسته درې واړو د جنګ لپاره تیاری نیول ،په (۱۸۳۹م) کال یې د بوالن
د درې له الري بلوچیستان ته داخل او په کندهار یط حمله وکړه او د خیبر د درې له الري یې په ننګرهار
حمله وکړه.
د لښکر مشري د بلوچیستان له الري د سرجان کین ،مکناټن ،الکساندر برنس او شاشجاع په غاړه وه او د
خیبر له الري د نهال سنګ ،کالدوید او شهزاده تیمور تر مشرۍ الندي جالل آباد ته داخل شول.
کندهاري وروڼه چې د انګریزانو له یرغل څخه خبر شول ،له روسانو او ایران څخه د هغوی دکړو ژمنو
پر بنسټ مرسته وغوښته .خو هغوی وفا وه نه کړه.
خو بیا هم سردار کهندل خان او د هغه وروڼو د تجاوز په مقابل کې له کندهار څخه دفاع وکړه ،خو حاجي
خان کاکړي خیانت او شاه شجاع ته د هغه تسلیم کېدل د دې المل شول چې کندهار ته د یرغلګرو راتګ
وشي.
سردار کهندل خان ایران ته پنا یوړه.
160
ادامــه...
کله چې انګریزانو لښکري کندهار ته را داخلي شوې ،له شاه شجاع سره په (۱۸۳۹م ) کال معاهده چې (۷
یا )۸شرطونه لرل ،السلیک کړه او د مهمو شرطونو څخه یې یو دا وو چې شاه شجاع به دانګریزانو له
مشورې پرته له هیڅ ملک سره خپلي سیاسي اړیکي نه ټینګوي.
همدا راز د انګریزانو د لښکرو لګښتونه به د شاه شجاع په غاړه وي او د انګریزانو لښکر به د تل لپاره په
افغانستان کې استوګن وي.
د معاهدې له السلیک وروسته شاه شجاع په کندهار کې پادشاهي اعالن کړه او د انګریزانو د استازي له
لوري مبارکې ورکړل شوه .د پادشاهۍ له اعالن وروسته دغو لښکرو د کابل په لوري حرکت وکړ.
دوست محمدخان خپل دفاعي تدابیر ونیول.
خپل درې زامن هر یو ( غالم حیدرخان ،وزیراکبرخان اوافضل خان) یې د دریو لښکرو په سر کې
غزنی ،خیبر او زرمت ته د دفاع په موخه ولیږل.
161
ادامــه...
وزیر اکبرخان ناروغ شو او بیرته کابل ته راغی .د دوښمن لښکري جالل اباد ښار ته را دننه شوې غالم
حیدرخان چې غزني ته د دفاع لپاره لیږل شوی و ،د عبدالرشید د خیانت په اساس چې له دوښمن سره د
غزني په نیولو کې همکاري وکړه.
د غزني ښار د دوښمن الس ته ورغی او دی یې له کورنۍ سره اسیر کړ .له دې وروسته امیر دوست
محمدخان خپل ورور نواب جبارخان د مصالحې لپاره انګریزانو او شاه شجاع ته ور ولیږل خو هغوی
نتېجه ور نه کړه.
له دې وروسته امیر د علم ګنج باغ سېمه کې جرګه را وبلله ،خو دغي جرګې هم منفي وي .د امیر
وروستۍ هڅه دا وه چې خپلو هغو لښکرو ته چې د اغندی په غرونو کې د کابل د دفاع لپاره ځای پر ځای
کړي و ،ورغی تر څو له دغه لښکر سره مرسته وکړي ،خو دا ځل بیا هم امیر د پخوا په شان منفي ځواب
سره مخ شو.
162
ادامــه...
امیر دوست محمدخان له یوې خوا د ملک د دفاع لپاره ځانګړی چمتوالی نه درلود ،له بله اړخه په دغه
خراب وضیعت کې د تګاب او نجراب خلکو د پوپلزیو په مشري د امیر پر ضد پاڅون وکړ.
دا ټول کارونه د دې المل شول چې امیر دوست محمدخان کابل پریږدي.
شاه شجاع د انګریزانو او انګریزانو د شاه شجاع په مرسته تقریبا څلور کال ( درې کاله او اته میاشتي)
سلطنت وکړ .او بل یې نیم افغانستان تر ولکې الندي را وست.
کله چې شاه شجاع په رسمي بڼه خپل سلطنت اعالن کړ ،په لومړي سر کې د منفکي او مقرري واکونه له
ده سره او له خلکو سره به یې د لیدلو لپاره خاص وخت ورکړی و .خو د وخت په تیریدو سره د واکونه
کېدل ،مکناټن عمال د لومړي وزیر په توګه په کار پیل وکړ .الکساندر برنس د د داخلي چارو وزارت
کارونه سر ته رسول.
او د هغه منشي موهن لعل نومیده د استخباراتو دنده سرته رسوله او شاشجاع د انګریزانو د ( )۵۰۰۰کسیز
لښکر له لوري یې ساتنه کېدله.
163
ادامــه...
د افغانستان خلکو تر ډیري مودې دا فکر کاوه چې د انګریزانو لښکر د خپلي پخوانۍ وعدې پر بنسټ باید
له افغانستان څخه بهر شي او هندوستان ته والړ شي.
د شاه شجاع د وخت لومړی وزیر چې مولوي عبدالشکور نومیده ،دا کوښښ وکړ چې دغه بهرنۍ قواوي
باید د خپلي پخوانۍ وعدې پر بنسټ له افغانستانه ووزي .خو هغه د انګریزانو له لوري ګوښه او پر ځای
یې بل کس د شاه شجاع د صدراعظم په توګه وټاکل.
د کابل جالل آباد او کابل کندهار د لویو الرو د امنیت د ټینګښت لپاره انګریزانو یو تعداد کسان د پیسو په
مقابل کې وګمارل شول .څه موده وروسته معاشونه ورباندي قطع شول .دوی د معاش نه ورکولو په بدل
کې لوي الري وتړلې.
د شاشجاع واک ورځ تر بلې کمېده او د انګریزانو ځواک زیاتېدو.
بالخره افغانان د انګریزانو له ظلم ،یرغل او اشغال څخه په تنګ شول او ملي پاڅون الره یې غوره کړه.
164
د انګریزانو پر وړاندي لومړني ملي پاڅون
هغه مهال چې انګریزانو له ( )۵۴۱۵۰کسیز لښکر سره افغانستان ته راغلل ،شاه شجاع چې له شل کاله
څخه زیاته موده یې له انګریزانو سره تیره کړې وه د کابل په باالحصار کې د خپلې کورنۍ له غړو سره
چې تعداد یې نیږدې ( )۸۵۰کسانو ته رسیده .مېشت شول او له انګریزانو څخه یې په ډیر اخالص مننه
وکړه.
د ځیني مورخینو په وینا چې د دربار او ان د ده د کورنۍ ټول اختیارات انګریزانو په ځانګړي توګه
مکناټن په خپل الس کې واخیستل ،د هغوی له اجازې پرته هیچا نه شوای کوالی چې له شاه شجاع سره
لیده کاته وکړي.
انګریزان د هېواد په بېالبیلو سېم کې له ځای پر ځای کېدو او واک پیدا کولو وروسته په دې فکر کې شو
چې اوس دلته د راحت او ارامۍ وخت رسیدلی ،خو دوی دا ګمان سم نه وه ،ځکه افغانان د انګریزانو له
وتلو ناهیلي شول.
د شاه شجاع واک ورځ تر بلې محدودیده.
د165الرو امنیت ورځ تر بلې خرابیده او همدارنګه د افغانانو وهل ،ټکول او زنداني کول اوج ته ورسیدل.
ادامــه...
انګریزانو هم له یو شمیر کسانو د خطر احساس کاوه ،مکناټن شاه شجاع ته وویل چې امین هللا خان
لوګری ،عبدهللا خان اڅګزی او سردار شمس الدین چې ښایي دوی ته ګواښ وي جال وطنه کړي او
هندوستان ته یې ولیږي.
نوموړي کسان شاه شجاع ته ورغلل او ورته یې وویل ،د دې پر ځای چې موږ ته مقام او قدرت راکړل
شي بلکې بر عکس موږ د انګریزانو له لوري تبعید کیږو؟
شاه شجاع ورته وویل چې زه د انګریزانو په الس کې زنداني یم او هیڅ کار نه شم کوالی.
پورته دالیل د دې سبب شول چې افغانان نه یوازي له انګریزانو بلکې له شاه شجاع څخه هم ناراضه
شول ،بالخره د کابل په ګډون د هیواد په بیالبیلو سېمو کې د انګریزانو په خالف عمومي پاڅون پیل شو.
نواب زمان خان او ملګري چې له شاه شجاع څخه ناهیلي را ستانه شول ،ځیني کسان یې په جریان کې
واچول او د عبدهللا خان اڅکزي په کور کې را غونډ شول او ملي پاڅون پریکړه یې وکړه.
166
ادامــه...
نواب زمان خان او ځینو مورخینو په وینا عبدهللا خان اڅکزی د پاڅون د مشر په توګه او امین هللا خان
لوګری د نائب په توګه وټاکل شول.
د دې تر څنګ یوه دولس کسیزه شورا هم رامنځته شوه چې د جنګ او سولې د ناروغانو او ټپیانو د
درملني او د اکماالتو مسؤولیت یې پر غاړه و.
له پالن سره د (۱۸۴۱م) کال د نومبر د میاشتي په دویمه نېټه پاڅون پیل شول او د لومړي ځل لپاره یې د
الکساندر برنس په کور چې د کابل په شور بازار کې وه ،برید وکړ.
برنس د خپلي کورنۍ له غړو او یو شمیر ساتونکو سره له مینځه والړ .پاڅون کوونکو د برنس سر د هغه
له تنې جال کړ او په بازار کې یې نندارې له پاره وځړاوه.
له دې پیښې وروسته غازیانو د کابل په بېالبېلو سېمو کې بریدونه وکړل.
167
ادامــه...
د دې خبري په اوریدو سره د کابل په ولسوالیو او ګاونډیو والیتونو کې د جهاد او سراسري پاڅون اعالن
وشو .په هر ځای کې یو شمېر کسان د خپلو مشرانو تر قیادت الندي راټول او د کابل په لور روان شول.
دوښمن په هر ځای کې تر برید الندي شو او له سختي ماتې سره مخ شو .له ډیري درنې مرګ ژوبلې
وروسته د کابل ټولي سیمي د غازیانو الس ته ورغلې.
دوښمن په دوو مرکزونو (باالحصار او شیرپور) کې کالبند شو.
د ځینو مورخینو په قول کله چې وزیر محمداکبر خان په بخارا کې له دغه پاڅون څخه خبر شو .له خپل
تره له زوی سلطان احمدخان سره د افغانستان په لور حرکت وکړ او د پاڅون په ( ۱۲ ،۸او یا هم ) ۲۰
نېټه کابل ته ورسید او د نواب زمان خان پر ځای ناستی د غازیانو د رئیس په توګه وټاکل شو.
168
ادامــه...
انګریزانو چې خپله محاصره ولیدله ،نو یې د سولې خبري پیل کړې .تر څو په دې وسیله وتوانیږي خپل
ژوندي کسان له مرګ څخه وژغوري.
د انګریزانو د سولې دغه وړاندیز او د هغوی ځیني وړاندي شوي شرطونه ( ۴یا )۸ومنل شول .د سولې
دا معاهده په (۱۸۴۱م) کال کې د دواړو لوریو تر منځ السلیک شوه .خو انګریزانو په ژمنې وفا وه نه کړه
او د هڅه یې وکړه چې د وزیر محمداکبرخان او امین هللا لوګري تر منځ یې اختالفات رامنځته کړي.
انګریزان د هوا د تودېدو په تمه وو .تر څو د کندهار او ننګرهار لښکرو په را رسیدو سره یاده محاصره
ماته کړي.
خو افغانانو ته د وخت په تیریدو سره دا جوته شوه چې انګریزان له افغانستان څخه خپلي لښکري نه باسي.
نو ځکه یې یو ځل بیا د غونډي وړاندیز وکړ او انګریزانو دا وړاندیز ومنل.
169
ادامــه...
وزیر محمداکبرخان په دغه غونډه کې د انګریزانو د لښکرو د مشرانو خیانتونه او وعدې نه ژمنتیا په
ګوته کړه او له هغه وروسته یې مکناټن د وزیر محمداکبر خان له لوري ووژل شو.
له دې وروسته یې په (۱۸۴۲م) کال کې د انګریزانو لښکرو ته اخطار ورکړ چې زر تر زره له دې
خاوري ووزئ .انګریزانو د مجبوریت له مخي په (۱۸۴۲م ) کال کې د جنوري په شپږمه نېټه خپل
( )۱۶۵۰۰او یا )۱۷۰۰۰کسیز لښکر ته د کابل څخه د جالل آباد په لوري حرکت ورکړ.
د انګریزانو لښکر جالل اباد ته له رسیدو مخکي د غازیانو تر برید الندي راغلل .له دې برید نه یوازي
ډاکتر برایډن په نیم ځان وتوانید چې د خپل لښکر د تباهۍ خبره د جالل اباد لښکرو ته ور ورسوي.
د لغمان غازیانو د وزیر محمداکبرخان په مشري د جالل اباد په طرف حرکت وکړ او د هغو خلکو په
مرسته یې هلته دوښمن کالبند او محاصره کړ.
170
ادامــه...
د کابل غازیانو په ځانګړي توګه بارکزیو شاه شجاع تر فشار الندي راوستلی و او له هغه یې غوښتل چې
باید د انګریزانو په مقابل کې جهاد اعالن کړي او د جالل اباد په لور د مقابلې لپاره حرکت وکړي ،کنه
نو دی به په قتل ورسیږي.
شاه شجاع د حرکت وړاندیز ومانه .ځان یې چمتو کړ ،کله چې د سیاسنګ په لوري حرکت وکړ ،شجاع
الدوله د نواب زمان خاو زوی او ورسره ملګرو یې دی په قتل ورساوه او د کابل په چهارباغ سېمه کې
خاورو ته وسپارل شو.
د شاه شجاع له مړیني وروسته د نواب زمان خان او امین هللا لوګري تر منځ اختالفات پیل شول ،خو یو
شمیر خیر غوښتونکو کسانو دغو اختالفاتو ته د پای ټکی کېښود او فتح جنګ د پادشاه په توګه وټاکل شو.
خو دې سولې ډیر دوام وه نه کړ ،ځکه د نواب زمان خان او فتح جنګ تر منځ اختالفات او جنګونه
وشول .کله چې وزیر محمدخان اکبرخان له دې پیښي خبر شو ،کابل ته راغی او د نواب زمان خان
مرسته یې وکړه.
171
ادامــه...
فتح جنګ چې ځان ناچاره ولید ،نو یې وزیر محمداکبرخان ته د ځان د وزیرۍ وړاندیز وکړ ،د هغه له
لوري دا وړاندیز ومنل شو.
له څه مودې وروسته د فتح جنګ او وزیر محمداکبرخان تر منځ بیا اختالفات رامنځته شول ،وز اکبرخان
فتح جنګ په خیانت او پردۍ پالنه تورن کړ ،تر ډیر فشار وروسته یې هغه زانداني کړ ،هغه له زندانه
وتښتیده او ځان یې په جالل اباد کې انګریزانو لښکرو ته ورساوه.
انګریزانو د ماتې او مرګ ژوبلي تر څنګ مالي زیان هم لیدلی و ،د سولې الره یې غوره کړه .دوی
دوست محمدخان په داسي حال کې چې په هندوستان کې د انګریزانو لخوا تر نظارت الندي اړیکه ټنیګه
کړه.
امیر دوست محمدخان د افغانستان له حاالتو بې خبره وه .د انګریزانو د ګورنر له لوري ورته افغانستان ته
د تګ وړاندیز وشو.
172
ادامــه...
امیر دوست محمدخان چې له یوې په نظارت کې ژوند کاوه او د افغانستان له سیاسي اوضاع څخه ناخبره
و او له بلې د هغه ځای له اقتصادي ستونزو ،تودوخي او جالوطنۍ څخه په تنګ و ،نو دا وړاندیز یې
ومنل.
انګریزانو له دې وړاندیز وروسته له امیر څخه وغوښتل چې خپل زوی وزیر محمداکبرخان ته چې د
پاڅون کوونکو مشر و ،هدایت وکړي چې خپلي لښکري له کابل څخه بهر او د شمال لوري ته حرکت
وکړي.
امیر چې د افغانستان له سیاسي اوضاع څخه بې خبره و ،دا وړاندیز یې هم ومنل او خپل زوی ته یې دا
خبره ورسوله.
انګریزانو غوښتل چې خپل لښګر کابل ته دننه کړي او له هغه ځای څخه بامیانو ته الره پیدا کړي ،تر څو
خپل هغه ( )۱۲۰کسه انګریزان چې هلته د افغانانو له خوا تر نظارت الندي وه له ځان سره هند ته بوځي
او له بلې خوا خپل له السه وتلی عزت بیا ځلي تر السه کړي.
173
ادامــه...
د انګریزانو لښکر یو ځل بیا د جنرال پالک او حنرال سیل تر قیادت او مشرۍ الندي (۱۸۴۲م) کال د
سپټمبر په ۱۶کابل ته را دننه شو او فتح جنګ د پخوا په شان د پادشاهۍ په تخت کښینوست.
انګریزانو دکابل هغه ښکلې څلور پوړیزه ودانۍ چې د سوداګرۍ لوی مرکز وه وران کړ.
همدارنګه انګریزانو هغه مرکز چې د امین هللا لوګري پر مشرۍ د انګریزانو په وړاندي جګړه کېده وړان
کړ او اور یې ور کړ.
خپل اسیران یې په بامیانو کې د افغانانو له نظارت څخه خالص کړل .له غزني څخه یې د سومنات هغه
دروازه چې محمود غزنوي له هندوستان څخه راوړې وه .له ځان سره یووړه.
یو شمیر هغه کسان چې د انګریزانو غالمان وو او له شاهي کورنۍ سره یې نیږدې اړیکي لرلې په
بیالبیلو دندو وګمارل او فتح جنګ چې دویم ځل لپاره قدرت رسیدلی وه ،د انګریزانو له وتلو سره
هندوستان ته وتښتید.
174
ادامــه...
انګریزانو د هغه ځایناستی د شاه شجاع بل زوی صفدر جنګ نومیده د پادشاه په توګه په تخت کښېناوه.
انګریزانو خپل لښکر د هندوستان په لوري روان کړ.
امیردوست محمدخان په هغه وخت کې له خپلو زامنو او د کورنۍ له نورو غړو سره د کابل په لوري
حرکت وکړ .کله چې کابل ته ورسید د هغه د امارت دویمه دوره پیل شوه.
انګریزانو په دې جګړه کې له ( )۳۰۰۰تر ( )۴۰۰۰ځواکونو ته مرګ ژوبله ورسیده.
د لندن کابینې تغیر وکړ .د الرد اکلند په ځای د الرد النبرود د هندوستان د ګورنر جنرال په توګه وګمارل
شو.
له ( ۷تر )۲۰میلیونه پونده یې تاوان ولید ،ډیر مشهور کسان (مکناټن ،برنس ،شاه شجاع او نور جنراالن)
یې د افغانانو لخوا په قتل ورسیدل.
درې کاله او اته میاشتي یې عبث تیر کړل ،اخیر یې د سولې الره غوره کړه.
175
د سدوزیانو تېرې دورې ته یوه لنډه کتنه
احمدشاه ابدالي چې کله قدرت ته ورسید ،وې کوالی شول چې د افغانستان حدود او پولي خپل اصلي ځای
ته ورسوي.
د ختیځ او لوېدیځ په لور یې د افغانستان د ساتني په پار تر ډهلي او نیشاپور پوري سېمه تر خپل واک
الندي راوستله.
احمدشاه بابا وکوالی شول چې یوه غټه امپراطوري جوړه کړي.
احمدشاه بابا د معاصر افغانستان د بنسټ ایښودونکي په توګه پیژندل کیږي.
نوموړي کندهار د خپلي واکمنۍ د پالزمیني په توګه وټاکه او په دې سره یې کندهار د سیاست ،فرهنګ او
علومو په ډګر بدل کړ.
کله چې تېمور شاه واک ته ورسید د افغانستان ګاونډیانو یو ځل بیا د پخوا په څېر د السوهني السونه را
اوږده کړل .خو د تیمورشاه میړاني او غښتلې ارادې دوی خپلو موخو ته نه پرې ښودل.
176
ادامــه...
تیمورشاه پالزمینه له کندهار څخه کابل ته انتقال کړه .د تیمور شاه موخه دا وه چې کابل هم د کندهار په
څیر د علومو او فرهنګ په مرکز بدل شي.
تیمورشاه د خپلي پادشاهۍ په دوره کې کوم ځانګړي فتوحات نه لرل ،مګر د هغو سېمو ساتنه یې په ښه
ډول چې د احمدشاه بابا له واکمنۍ نه ده ته په میراث پاتې وې.
کله چې زمانشاه واک ته ورسید ،هڅه یې وکړه چې د پخوا په شان ټولي پخوانۍ سېمي تر خپل کامل واک
الندي راولي.
• هغه سیمې چې په بغاوت او پاڅون یې الس پوري کړی وو او د دوښمن له ګواښ سره مخ وې ،بغاوت
یې ختم او ګواښ یې له منځه یې یوړ.
• له یوه اړخه د وروڼو تر منځ اختالفات او له بل لوري د ګاونډیانو او په ځانګړي ډول د انګریزانو الس
وهنه د دې سبب شول چې د شاه محمود او شاه شجاع په دوره کې د احمدشاه بابا د امپراطورۍ تجزیه
پیل شي.
177
ادامــه...
د شاه محمود عیاشي او بې کفایتي او د شاه شجاع کبر او غرور د دې سبب شول چې د افغانستان دوښمن
تر پخوا ال زیات د افغانستان په چارو کې السوهنه وکړي او د احمدشاه بابا د واکمنۍ ځیني سیمې تر خپل
واک الندي راولي.
د تیمور شاه د سلطنت به وروستیو کلونو کې په فرانسه کې لوی پاڅون منځته راغی ،څه موده وروسته
ناپلیون له ځنیي آسیایي هېوادونو سره خپلي اړیکي ټینګې کړلې چې له دې کار څخه یې موخه هندوستان
ته ننوتل او په دې سېمه کې په انګریزانو فشار راوړل وه.
انګریزانو د دې پالن د مخنیوي په موخه خپل استازی افغانستان ته را ولیږه او په (۱۸۰۹م) کال کې یې
له شاه شجاع سره یوه معاهده الس لیک کړه چې له دې معادې او تړون څخه یې موخه د هند په لور د
ناپلیون د بریدونو مخنیوی او له هغه څخه دفاع کول وه.
هغه نسبي پرمختګ چې د احمدشاه ،تیمورشاه او زمان شاه په دوره کې منځته راغلی وو له منځه والړ.
178
ادامــه...
د خلکو د ژوند اقتصادي حالت ډیر کمزوری وه او د ګوتو په شمیر کسانو اقتصادې حالت یو څه ښه وو
او پیسې یې درلودې.
د زمانشاه له دورې وروسته هیڅ سیاسي ،نظامي او فرهنګي پرمختګ نه په سترګو کېدو.
ډیری هغه کسان چې د واک او قدرت په سر کې وه او یا د یوې سیاسي یا نظامي او یا ملکي ادارې
مسؤولیت یې په غاړه له سواد سره یې اشنایي نه درلوده.
179
د امیر دوست محمدخان د واکمنۍ دویمه دوره
انګریزانو هغه مهال زموږ په هېواد واکمن شول ،کله چې دوی د شاه شجاع ،سکانو او یوه ډله وطن
پلورونکو په وسیله ،له شاه شجاع سره د هکارۍ او قدرت ته د رسیدلو په پلمه په افغانستان برید وکړ او
انګریزانو په مستقیم ډول زموږ په کورنیو چارو کې السوهنه پیل کړه.
افغانانو ته دا ثابته شوه چې هېواد یې د انګریزانو له لوري له شاه شجاع سره د مرستي په پلمه اشغال
شوی دی .ځکه نو د افغانستان په بیالبېلو سېمو کې د انګریزانو خالف پاڅونونه پیل شول.
له هغې جملې څخه یو عمومي پاڅون و چې د (۱۸۴۱م) کال په کابل کې وشو.
الرد آکلند په بدل کې الردالن برو د هندوستان د هوي ګونر په توګه را ولیږل شو ،نوموړي پرته له دې
چې امیر دوست محمدخان د دویم ځل لپاره کابل ته ولیږي ،بله هیڅ چاره نه لیدله.
180
ادامــه...
ګونر په لیدنه کې امیر دوست محمدخان ته وویل چې د حاالتو د تقاضا پر اساس ،ته باید یو ځل بیا د
امیر په حیث افغانستان ته الړ شې .خو د انګریزانو د دوست په صفت نه د انګریزانو د دوښمن.
د انګریزانو ګورنر امیر ت وویل چې د ال زیاتي وینې توېدنې د مخ نیوي له پاره باید خپل زوی وزیر
اکبر خان ته هدایت ورکړي ،تر څو له جنګ څخه الس واخلي او د انګریزانو زندانیان له بند څخه
خالص کړي.
امیر له اکبرخان سره تماس ونیو او په پایله کې وزیر او نورو ملي مشرانو کابل پرېښود .انګریزان
کابل ته دننه شول او ځیني له دوښمني ډک کړني یې تر سره کړي.
مخکي له دې چې امیر د افغانستان په لوري حرکت وکړي ،انګریزانو له هغه سره یوه معاهده
السلیک کړه چې هدف یې د افغانانو تر منځ اختالف اچول او د افغانستان وېش وه.
181
ادامــه...
همدا راز دوی نه غوښتل چې امیر د یو قوې دولت رهبري واخلي ،ځکه یې امیردوست محمدخان د کابل،
غزني او ننګرهار د امیر په توګه وپیژندل شو ،کندهار کې کهندل خان ،په هرات کې یارمحمدخان
الکوزی د افغانستان په شمالي سیمه کې محلي امیرانو قدرت درلود.
دا ځل په امیر د پخوا په څیر خلکو اعتبار نه کاوه .همدا علت و چې د مشرانو په خالف یې ځیني کارونه
تر سره کړل او کوښښ یې کاوه چې ځیني جهادي مشران د خپل ځآن تابع وګرځوي او یا له وطن څخه
تیښتي ته مجبور کړي او یا یې زنداني کړي.
د مثال په توګه :امین هللا خان لوګری په باالحصار کې زنداني شو او بالخره په زندان کې مړ شو.
محمدشاه کنړ ته تیښته وکړه .وز محمداکبر خان چې د ملي مشران له جملې څخه و ،د وزارت تمه یې
لرله.
وزیر محمداکبرخان په (۱۸۴۶م ) کال د یوه هندي طبیب له خوا چې د نوموړي معالج ډاکتر و ،د زهري
دوا په وسیله مسموم شو او ومړ.
182
ادامــه...
سلطان احمدخان چې د امیر روست محمد خان وراره او زوم وه ،د تکړه غازیانو له ډلي څخه و ،د
وزیر محمداکبرخان له مړیني وروسته ایران ته پناه یووړه .له هغه وروسته چې کله افغانستان ته د تګ
زیمنه ورته مساعده شوه ،هرات ته راغی او د هغه ځای د مستقل حکومت اداره یې په الس کې واخیسته.
کوم سیاست چې امیر دوست محمد خان د افغانستان د کورنیو چارو د سمبالولو له پاره اختیار کړې وه .د
هغه په اساس یې هغه کسان چې د اعتماد وړ نه و ،له صحنې څخه وېستل او خپل وروڼه یې په لوړو
چوکیو وګمارل.
غوښتل یې کورنی امنیت ډینګ کړي.
امیر په دویمه دوره کې د بهرني سیاست په اړه له احیتاط څخه ډکه تګالره غوره کړه .یوازي له
انګریزانو سره یې اړیکي پاللې.
د ژوند تر پایه د انګریزانو معاهدو ته ژمن پاتې شوو.
183
ادامــه...
امیر له انګریزانو سره دوه معاهدې السلیک کړې چې د جمرود د لومړۍ او دوهمي معاهدې په نوم
یادیږي.
د جمرود لومړۍ معاهده :دغه معاهده په (۱۸۵۵م) کال د مارچ په ( )۲۰نېټه د پېښور په جمرود سېمه کې
د امیر دوست محمدخان د استازي غالم حیدرخان او د انګریزانو د استازي جان الرنس چې د پنجاب لوی
حاکم هم وه تر منځ السلیک شوه.
د معاهدې شرطونه:
.1په دایمي توګه د انګنریزانو او افغانانو تر مینځ د سولې او دوستۍ ټینګوالی.
.2هغه سیمي چې د امیر تر ولکې الندي وي ،انګریزان یې باید احترام وساتي او السوهنه پکې وه نه
کړي او برعکس
.3د انګریزانو دوست د افغانستان دوست دی او د هغوی دوښمن د افغانستان دوښمن دی.
184
ادامــه...
دا تړون یو اړخیز او ګټه یې انګریزانو ته رسیده ،هغوی په خپله ګټه وکاراوه او د هغه پاڅون په مقابل
کې چې په (۱۸۵۷م) د هندوستان د وګړو له لوري تر سره شو.
امیر ته یې دا ګټه وکړه چې دکندهار د نیولو اجازه تر السه کړه ،تر څو کندهار ونیسي.
د جمرود دوهمه معاهده :دا معاهده د جنوري د میاشتي په ۲۶نېټه د پېښور په جمرود سېمه کې د امیر
دوست محمدخان د استازي او زوی غالم حیدرخان او جان الرنس تر منځ السلیک شوه.
کله چې کابل د امیردوست محمدخان له لوري ونیول شو ،په هرات کې د سدوزیانو له خوا یو مستقل او
خپلواک حکومت اعالن شو چې مشري یې شاه محمود کوله.
کامران د هغه زوی وه د وزیر په توګه وټاکل شو.
د کامران او د شاه محمود تر منځ څو ځله د واک په سر مخالفتونه رامنځته شول چې د ځینو کسانو په
منځګړیتوب پای ته ورسیدل ،په پای کې شاه محمود په (۱۸۲۸م) کال کې په قتل ورسید او کامران د هغه
زوی یې ځایناستی شو.
185
ادامــه...
کامران ،یار محمد الکوزی د خپل وزیر په توګه وټاکه ،کامران د یارمحمد له لوري په قتل ورسید او
حکومت یې په (۱۸۴۲م ) کال پای ته ورسید.
له کامران وروسته یارمحمدخان الکوزی د دې حکومت واک په الس کې واخیست.
هغه د خپلې حکمرانۍ په دوره کې وکولی شوی چې د شمال ځیني سیمي هم له خپل حکومت سره یو ځای
کړي .الکوزي په (۱۸۵۱م) کال له دې فاني دنیا څخه سترګي پټې کړې او زوی سعید محمدخان واک تر
السه کړ .سعید محمدخان یو بې ارادې انسان وو.
د ایران د پادشاه (ناصرالدین شاه) نوم یې په پیسو کې ولیکه چې د هرات خلکو یې پر وړاندي پاڅون وکړ
او په قتل یې ورساوه.
خلکو د نوموړي ځایناستی د فیروزالدین لمسی شهزاده یوسف د حاکم په توګه وټاکه .د فارس دولت د سعید
محمدخان په پلویتوب پر هرات حمله وکړه.
186
ادامــه...
امیر دوست محمدخان چې د کندهار له نیولو وروسته یې د هرات د نیولو هیله درلوده .خو دا هغه مهال و
چې انګریزان په هند کې د خلکو له پاڅون سره مخ و او امیر ته یې هم دعوت ورکړ چې پېښور ته الړ
شي.
هلته یې د انګریزانو له استازي الرنس سره خبري وکړي د خبرو اصلي هدف پېښور او هرات نیول و
چې د پېښور په نیولو موافقه وه نشوه ،خو د هرات په نیولو موافقه وشوه او امیر ته یې د کمک او
همکارۍ وعده ورکړه.
دغه معاهدې ( )۱۲شرطونه درلودل چې ځیني یې په لنډ ډول بیانیږي:
یو هندي مسلمان د انګریزانو د استازي په توګه افغانستان کې ومنل شو.
له امیر سره د هرات په نیولو کې د انګریزانو د ( )۱۲زره میله ټوپکو مرسته کول ،د انګریزانو استازو ته
دا اجازه ورکړ شوه چې کندهار ،هرات او بلخ ته والړ شي ،د پېښور له دویم ځلي السته راوړلو څخه د
امیر الس په سر کېدل ،له امیر سره د جګړې له پیل څخه تر پایه پوري د میاشتي د یو سل زرو کلدارو
کمک کول او ځیني نور داسي شرطونه په دې معاهده کې شامل دي چې بیان ته یې اړتیا نشته. 187
ادامــه...
د دغې معاهدي په اساس امیر وکوالی شول چې ځیني اهداف تر السه کړي .انګریزانو د خپل
مجبوریت په اساس د امیر دغه غوښتنه ومنله.
دا ځکه چې د هغو هدف د افغانستان لویدیځ لور ته د ا میر متوجه کېدل او په هغه سیمه کې د هغه
بوخت ساتل وو ،تر څو له دغه طالیي چانس او فرصت څخه امیر په خپله ګټه استفاده ونکړي او
هغه سیمې چې د افغانستان له السه ورکړې وې ،یو ځل بیا د امیر الس ته ور نه شي.
امیر له خپل ۳۴زره فوځ سره چې په هند کې د انګریزانو په دفاع بوخت و ،په خپله ګټه استفاده
وه نه کړه.
امیر دوست محمدخان د خپلي واکمنۍ په دوره کې د ملک وحدت او یووالي ته ځانګړی پام وکړ.
188
ادامــه...
د خلکو کوم پاڅون چې د صاحب زاده جانان پر مشرۍ په تکاب او نجراب کې د امیر دوست محمدخان
پر وړاندي په (۱۸۴۵م) کال کې رامنځته شو د وزیر اکبرخان په وسیله وځپل شو او پاڅون کوونکي له
ماتې سره مخامخ شول.
همدارنګه هغه پاڅون چې د خوګیاڼیو ماماخیلو په سیمه کې تر سره شو بیا هم وزیر اکبرخان د هغه د
ځپلو له پاره واستول شو او وکوالی شول چې پاڅون هم د تګاب د پاڅون په شان په (۱۸۴۵م ) کال له
ماتې سره مخ کړي.
امیر دوست محمدخان په (۱۸۴۸م) کال له خپل لښکر سره د پېښور د نیولو لپاره حرکت وکړ ،کله چې
رنجیت سنګ په (۱۸۳۸م ) کال وفات شو ،د واک د تر السه کولو پر سر د هغه کورنۍ د غړو تر منځ
اختالفات رامنځته شول ،انګریزانو له دې اخالفاتو څخه په خپله ګټه استفاده وکړه او سند یې ونیوه ،د لیپ
سنګ د دغو مخالفتونو او مشکالتو پړه په انګریزانو اچوله او د هغوی په خالف یې د جګړې اعالن وکړ،
د هند په مختلفو سیمو کې د انګریزانو په وړاندي جګړې تر سره شوې.
189
ادامــه...
دوست محمدخان هم د خپلو سالکارانو د فشار له کبله یو لښکر تنظیم او د پېښور په لور یې حرکت وکړ او
پېښور یې له جګړې پرته ونیوه.
سکانو امیر دوست محمدخان سره ژمنه کړې وه چې که چیري امیر له هغوی سره د انګریزانو په خالف
جګړه کې برخه واخلي ،نو دوی به د دغه مرستې په بدل کې پېښور امیر ته د دویم ځل لپاره تسلیم کړي،
انګریزانو د جګړې په پایله کې په پنجاب کې د سکانو ( )۵۰کلنه واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.
امیر چې د انګریزانو له لوري د پنجاب له نیولو خبر شو ،نو له جګړې پرته نیولی شوی پېښور یې په
خپله خوښه پریښود او یو ځل بیا له السه ورکړ.
امیر دوست محمدخان په (۱۸۴۸م) کال د هزاره جات حاکم محمداکرم خان پر مشرۍ یو لښکر د
افغانستان شمالي سیمو د نیولو له لپاره چې د یو شمیر امیرانو له خوا اداره کېدلې واستوه.
190
ادامــه...
په دې لښکر کې د بلخ اقچي ،شبرغان ،ایبک ،اندخوی ،تاشقرغان ،سرپل او قطغن سیمې ونیول شوې او
له مرکزي دولت سره یو ځای کړای شوې ،په دې سره د بخارا د پادشاه الس یې له دغو سیمو څخه را لنډ
کړ.
امیر چې د افغانستان شمال سیمي د خپل مرکزي دولت تر کنترول الندي راوستي ،د جمرود لومړۍ
معاهده السلیک او پر اساس یې امیر ته د کندهار د نیولو اجازه ورکړل شوه.
کله چې فتح خان د شاه محمود په هدایت د کامران له لوري پر سترګو ړوند شو ،پردل خان ،شیردل خان،
کندل خان له هرات څخه وتښتیدل او کندهار یې د شاه محمود له نایب الحکومه څخه وینو.
کله چې امیر دوست محمدخان خپل لومړی د امارت دوره اعالن کړه ،کندهاري وروڼه د هغه تر پایه
پوري د سیمي واکمن وو ،په افغانستان د انګریزانو په مرسته د شاه شجاع د برید پر مهال سردار کهندل
خان د کندهار خپلواک حاکم و ،نوموړې د سردار رحیم دل خان او مهردل خان په مرسته د جګړې لپاره
چمتوالی ونیوه.
191
ادامــه...
کله چې امیر دوست محمدخان د دویم ځل لپاره واک ته ورسید .کندهاري وروڼه د سردار کندل خان په
مشرۍ یو ځل بیا په کندهار او په اړوندو سېمو کې واکمن شول.
هرات چې تر دا مهاله د ایران تر واک الندي وو ،امیر غوښتل چې د کندهار سره یو ځای کړي .خو د
امیر دا غوښتنه او هیله د انګریزانو د فشار په اساس پوره نشوه.
سلطان احمدخان په هرات کې خپلواک حکومت اعالن کړی و ،کله چې امیر دوست محمدخان د انګریزانو
له مرستي نه ځان مطمئین کړ ،په (۱۸۶۱م) کال کې هرات تر خپلې محاصرې الندي را ووست.
سلطان احمدخان د امیر د حملې او برید پر وړاندي له څلورو تر اتو میاشتو پوري په ډیري میړاني له
هرات څخه دفاع وکړه .په پایله کې ووژل شو.
192
ادامــه...
د هرات ښار نیول د امیر دوست محمدخان د دویمي دورې له وروستیو کارونو څخه وه او په دې کار سره
امیر دوست محمدخان وکولی شول چې اوسنی افغانستان یو ځل بیا متحد او یو موټی کړي او د مرکزي
دولت تر ادارې الندي راولي.
د هرات له نیولو څو ورځي وروسته امیر دوست محمدخان چې د هرات د کارونو په تنظیم بوخت وو،
ناروغ شو چې د همدې ناروغۍ له امله د (۱۸۳۷م) کال د جون د میاشتي په نهمه نېټه وفات شو.
193
د امیر شېر علي خان د سلطنت لومړۍ دوره
(۱۸۶۳م ــ ۱۸۶۶م)
وروسته له دې چې امیر دوست محمدخان وفات شو ،د هغه زوی شیر علي خان چې د خپل پالر له لوري
د ولیعهد په توګه ټاکل شوی وه ،د پالر د مړیني په څلورمه یا پنځمه نېټه خپله د پادشاهي اعالن وکړ.
د امیر وروڼو چې له خپل پالر سره یې د هرات په نیولو کې یو ځای وه .په ظاهري توګه او له نوموړي
څخه د ویري له کبله بیعت وکړ.
کله چې امیر شېرعلي خان د کابل په لوري حرکت وکړ ،د الري په اوږدو کې د هغه د وروڼو چې بیعت
یې ظاهري بڼه درلوده ،د فرصت په موندلو سره ،د امیر له صف څخه جال او هغو سیمو ته چې پخوا یې
هلته واک درلود ،تیښته وکړه او له شیرعلي خان سره یې خپل مخالفت اعالن کړ.
د ځینو تاریخ لیکوونکي په دې باور دي چې د امیر دوست محمدخان د مړیني درېیمه ورځ ال نه وه تیره
شوې چې د زامنو تر منځ یې اختالفات او نزاع رامنځته شوې.
دې دورې پنځه کال دوام وکړ.
194
ادامــه...
په دې دوره کې افضل خان ،اعظم خان او عبدالرحمن خان د شیرعلي خان په خالف خپل فعالیت پیل کړ.
یو شمیر قدرت لرونک او بډایو خلکو د خپلو ګټو د خوندي کولو له پاره دغو اختالفاتو ته لمن وهله.
انګریزانو هم دغه خپل منځي اختالفات په خپله ګټه وکارول او هڅه یې کوله چې دا مخالفتونه نور زیات
کړي.
تر څو له دې الرې خپلو استعماري هدفونو ته ورسیږي او هغه شکست چې د مخه یې له افغانانو لیدلی
وه ،د دوهم ځل لپاره جبران کړي.
امیر شیر علي خان د خپل پالر له مړیني وروسته د خپلي پادشاهۍ د اعالن خبر انګریزانو ته ورکړ ،خو
انګریزانو په رسمیت وه نه پیژند.
ځکه دوی له مخه ال پوهیدل چې امیر د دوی له سیاست سره مخالفت کوي ،کله چې امیر په رسمیت وه نه
پیژندل ،نو هغه مرستي چې انګریزانو له امیر دوست محمدخان سره کولې ،په ده باندي بندي کړلې.
195
ادامــه...
د مرستو بندیدل د دې سبب شوله چې د امیر سلطنت د تزلزل او بې ثباتۍ لور ته والړ شي .د امیر د
سلطنت په لومړۍ دوره کې د هغه د ناکامۍ دویم دلیل د انګریزانو هغه متزلزل او لرزاند او بې ثباته
سیاست وه چې د امیر پر وړاندي یې اختیار کړی وه او له سردار اعظم خان سره یې مرسته او همکاري
پیل او په خپله سیمه کې ورته پنا ورکړه.
د امیر شېرعلي خان او د هغه د وروڼو تر منځ د جګړې پیل:
دامیر دوست محمدخان د زامنو تر منځ هغه مهال جګړه او مخالفت پیل شوه ،کله چې امیر شېرعلي خان د
پالر ل مړینې وروسته خپله پادشاهی اعالن کړه.
د امیر له دې کار سره د نوموړي ځینو وروڼو چې د واک تر السه کولو غوښتونکي ول ،همغږي نه ول
او له خپل ورور شېرعلي خان سره یې مخالفتونه پیل کړه.
196
ادامــه...
کله چې شېرعلي خان د کابل په لوري حرکت وکړ ،د هغه ورور سردار اعظم خان د امیر له لښکر څخه
جال او د زرمت په لور تېښته وکړه.
امیر شیرعلي خان کابل ته له را رسیدو څه موده وروسته د زرمت په لوري له خپل لښکر سره روان شو.
سردار اعظم خان په دغه جګړه کې ماته وخوړه او هغې سیمې ته چې انګریزانو تر واکمنۍ الندې وه.
سردار محمدافضل خان چې امیر شیرعلي خان میرنی او د محمداعظم خان سکه ورور و .د خپل پالر د
واکمنۍ په دروه کې د افغانستان د شمالي سیمو نائب الحکومه و او امیر ته یې خپل بیعت په لیکلي بڼه ور
ولیږل.
کله چې سردار اعظم خان په جګړه کې ماته وخوړه ،افضل خان هم له امیر شیرعلي خان سره خپل
مخالفت اعالن کړ.
کله چې امیر شیرعلي خان د افضل خان له مخالفته خبر شو ،له یو لښکر سره یې د شمال په لور حرکت
وکړ .د هندوکش په سېمه (باج ګاه) کې د دواړو ورونو تر منځ جګړه پېښه شوه .افضل خان ماته وخوړه.
197
ادامــه...
سردار محمدامین خان د امیر شیرعلي خان بل ورور او د خپل پالر د سلطنت او حکمرانۍ په دوران کې
د کندهار والي وه ،کله چې امیر شیرعلي خان له هرات څخه د کابل په لوري حرکت حرکت وکړ ،سردار
محمدامین خان په نوموړي د اکماالتو الر بنده کړه.
کله چط امیر شیرعلي خان ،اعظم خان او افضل خان ته ماته ورکړه ،خپل لښکر یې د کندهار په لوري
روان کړ ،د قالت په سیمه کې د دواړو لښکرو تر منځ جګړه پېښه شوه.
د امیر شیرعلي خان زوی محمدخان چې د پالر ولیعهد و ،هم ووژل شو .په دې جګړه کې امیر ته د زوی
او نورو کسانو د قتل په وجه عصبي تکلیف پیدا شو او په خرقه شریفه کې یې اعتکاف غوره کړ.
198
ادامــه...
عبدالرحمن خان چې په بخارا کې د مناسب فرصت په تمه وه .د امیر له اعتکاف او عزلت څخه خبر شو،
د افغانستان شمالي سېمو ته راغی او سردار محمداعظم خان ته یې په الهور پنډۍ کې خبر ورکړ.
وروسته له دې چې سردار اعظم خان له عبدالرحمن خان سره یو ځای شو ،لښکر یې تنظیم کړ او د کابل
په لور یې را روان کړ.
وړاندي له دې چې لښکر یې حرکت وکړي امیر ته یې خبر ورکړ چې افضل خان له زندان څخه خالص
او د دویم ځل لپاره یې د شمال په سېمو کې د حاکم په توګه تعین کړي.
مګر امیر انکار وکړاو وروسته دواړو له خپل لښکر سره د کابل په لوري حرکت وکړ ،د کابل له نیولو
وروسته یې د غزني په لوري حرکت وکړ ،د سیداباد په سیمه کې د دواړو لښکرو تر منځ جګړه ونښته
چې پایله کې د امیر شیرعلي خان لښکر ماته وخوړه.
افضل خان له زندان څخه خالص کړای شو او د پادشاه په توګه اعالن شو.
199
د امیر محمدافضل خان د سلطنت دوره ( ۱۸۶۷ – ۱۸۶۶م )
امیر محمدافضل خان د امیر دوست محمد خان زوی و ،دپالر په وخت
کی دپوځ مسولیت یی درلود .دده دوره یوکال وه چی انګریزانو له خوا
په رسمیت وپیژندل سو او د مرستی کولو اطمینان یی افضل خان ته ور کړی
الرنس دخپلی عدم مداخلی ددوی دورونوترمنځ په اختالفاتو دنه مداخلی اطمینان
امیر ته ورکړل سو .
امیرشیرعلی خان چی کله داعظم خان او عبدالرحمن خان دلښکر له لوری ماتی
وخوړل هرات ته والړی او له یعقوب خان سره یوځای دکابل په لوری حرلت وکړ
.امیردوست محمد خان چی د شیرعلی خان له دی اقدام خبر سو نو خپل لښکر یی
ددوی مقابلی ته ور ولیږل چی دپنجشیر په بازارک سیمه کی سره مخ شول .
دجګړی په پای کی امیر شیرعلی خان ماتی وخوړل اود شمال په لور وتښتیدی دا
هغه مهال دی چی افضل خان مړ سو .افضل خان یو عادی انسان و او دده
دحکومت په دوره کی کوم مهم کار نه دی کړی چی دیادونی وړ وی 200
څوارلسم څپرکی
د امیر عبدالرحمن خان د سلطنت دوره ( ۱۹۰۱ – ۱۸۸۰م )
امیر عبدالرحمن خان د سردار محمد افضل خان زوی دامیر دوست محمد خان لمسی
اوسردارپاینده محمد خان بارکزی کړوسی او د امیر شیرعلی خان وراره و .امیر
عبدالرحمن خان په ډیر بحرانی کړکیچن حالت کی قدرت ته ورسید .چی دختیځ طرفه له
انکریزانو سره او دشمال طرفه څخه د روسانو سره په پوځی حالت کی قرار درلود .دامیر
قدرت ته رسیدل ړیر مشکالتو سره وه .دده پر مهال دوی مهمی سیاسی پیښی را منخته
شوی وی لکه دګندمک معاهده او د ړیورند معاهده چی دغو دوړو معاهدو کی دافغانستان
ځمکنی بشپړتیا ته صدمه ورسید ه .
دامیر د سلطنت پر مهال دوه ځلی له روسانو سره جګړه کړی د پنجدی دسیمی په
خاطر او دده په وخت کی دافغانستان شمالی سرحدات له روسانو تعین شول دپامیر
او بدخشان ځینی سیمی روسانو الندی کړی .
201
همدا کرښه د ریجوی په منځګړیتوب د ریجوی کرښی په نوم السلیک شوه .
ډیورنډ معاهده :کله چی دافغانستان دشمال پوله په ( ۱۸۸۷م) وټاکل شوه د
انګریزانو کویته ،اټک ،او راولپنډی تسخیر کړل او ( مارتیمر ډیورنډ) وکابل ته د
یوی معاهدی لپاره والړی چی په پایله کی یوه معاهده ( د ډیورنډ معاهده) السلیک
شوه چی دافغانستان ختیځه پوله له برتانوی هند سره تعینه شوه .
د ډیورنډ معاهدی شرطونه :
– ۱ختیځ اوسویلی پلوه له واخانه تر د ایران تر پولی د امیر ملک دی .
– ۲دهند دولت د افغانستان پهکورنیو چاروکی مداخله نه کوی .
– ۳امیر کوالی شی چی داسمار او ارناویدره تر چنګه په خپله ولکه کی راولی .
– ۴دا پوله دی د افغانی او انګریزی کمیشنرانو په وسیله په نښه شی .
– ۵بل داچی دانګریزانو کومک له ( )۱۲لکه کالدارو څخه و( )۱۸لکه ور کوی 202
پنځلسم څپرکی
د امیر حبیب هللا خان د سلطنت دوره ( ۱۹۱۹ – ۱۹۰۱م )
امیرحبیباهلل خان دامیرعبدالرحمن خان مشرزوی چی له خپلی بدخشی مور څخه په
()۱۸۷۲زیږدیز کال زیږیدلی و .په ( ۱۸۸۰م) کله چی دنوموړی پالر واک ته ورسید
هغه ته یی روزته او تعلیم ورکړی .پالر یی به خپل ژوند کی نوموړی دخپل ځای ناستی
په توګه وټاکی .امیر حبیباهلل خان نرم طبعت درلود او سواد داره هم و .امیر په سوله ییز
ډول واک ته ورسید او دیوه منظم پوخ بنسټ یی کښیښود .او ډیر بندیان یی له زندانه ازاد
کړه او به ( ۱۹۰۳م) حبیبی دارالعلوم جوړسو چی وروسته دحبیبی لیسی په نوم ونومول
شو .په ( ۱۹۰۹م) پوځی ښوونځی جوړه کړه او مطبعه هم جوړه شوه .په ( ۱۹۱۱م) د
سراج االخبار افغانیه جریده خپره سوه ږ افغانستان دده په دوره کی ډیری اقتصادی
پروژی جوړی شوی .د امیر حبیباهلل خان په دوره کی دتلفون او تلګراف عصری وسایل
افغانستان ته راوړل سوه .دده په وخت کی بعضی جزاګانی لکه دسیاه چاه زندانونه ،
203دغوږپریکول ،دسترګوایستل ،او پر سرتیل اچول .
لومړی نړیواله جګړه او د افغانستان دریځ
ددغی جګړی اصلی المل مستعمیراتوپرسر داروپایی هیوادونوسیالی وه ،خو
ظاهری موخه یی داطریش دشهزاده او په سربستان کی دهغه دمیرمنی وژل وه .په
(۱۹۱۴م) اطریش سربستان سره دجګړی اعالن وکړی .المان چی داطریش طرفداره و
روسیی ته چی دسربسنان طرفداره وه دجنګ اعالن وکړی .ددی جګړی یو طرف هیوادونه
چی دمتفقو په نوم یادیدل لکه انګلستان .فرانسه .روسیه ،ایټالیا ،امریکا ،جاپان ،
سربستان ،بلجیم ،یونان ،او پرتګال وه .
بل طرف دجګړی المان ،اطریش ،هنګری ،بلغاریا او ترکیه وه .
عثمانی ترکانو چی دالمان طرفداره وه یو پالوی ییاسالمی هیوادونوته واستاوه چی افغانستان
هم پکښی شامل و تر څو دمسلمانانو احساسات دروسیی پر ضد راوپاروی او ترکیی په
پلویتوب په جګړه کی برخه واخلی .دترکیی پالوی چی دډیرو هیوادونو هیتان ورسره وه د
امیر حبیب هللا خان لخوا ښه بدرګه شو .دغه پالوی دامیر څخه خواهش وکړ ترڅو د
204انګلستان پرضد جهاد اعالن کړی .
امیر حبیباهلل خان د (۱۹۱۶م) کال کی په دغه جګړه کی د افغانستان بیطرفی
اعالن کړه او پالوی په تش الس بیرته خپلو هیوادونو ته ستون شو .
205