Professional Documents
Culture Documents
com
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ځانځاين ښامار
لیکوال :پوهاند دوکتور سيد بهاء الدين مجروح
خپروندی :مجروح فلسفي اکاډمي
د خپرېدو کال۱۳۹۹ :هـ۲۰۲۱ /م
د خپرېدو ډول :دیجیتال
ډیزاین :هارون صافی
مالتړ او همکاري :انسان څېړنیزه موسسه
یادښت:
د پوهاند مجروح د کتابونو دا مجموعه د انسان څېړنیزې موسسې په همکارۍ
چې د مجروح د فلسفي اکاډمۍ اصيل مالتړی بنسټ دی ،بیاځيل خپرېږي.
www.majrooh.org
info@majrooh.org
2
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
یادښت
په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د نوي نظام د پیل راهیسې تر ننه پورې د هېواد
د روشنفکرۍ د ډګر یوه مهمه ستونزه د نږدې ۴۰کلنې انقطاع په پایله کې رامنځته
شوې تشه ده چې په پایله کې یې زموږ د اوسني ځوان روشنفکر نسل معرفتي اړیکه
د خپلو اسالفو رسه شلولې ده .په بل عبارت د افغانستان نوي نسل ته چې په تېرو ۲۰
کلونو کې روزل شوی دی ،تاریخ تر ۲۰۰۱وروسته پیلېږي .دا نسل تر جګړې
وړاندې افغانستان کې د تولید شوي معرفت رسه ډېره لږه بلدتیا لري او له همدې
امله په معرفتي ډګر کې د هېواد د د یوې معلومې او مشهودې جزیرې د بیاځلی
پلټنې او کشف په هلو ځلو کې رسګردانه دی .دې ستونزې ته په کتلو رسه زموږ یو
رسالت دا هم دی چې د یو ارتباطي پله په توګه نن له پرون رسه وصل کړو.
د افغانستان نومیالی فیلسوف ،شاعر او لیکوال پوهاند ډاکټر سید بهاؤالدین مجروح
د ۱۹۲۸م میالدي کال د فربورۍ په ۱۲مه د کونړ والیت د اسامر په ولسوالۍ کې
وزېږېدلو او د ۱۹۸۸م میالدي کال د فربورۍ په ۱۱مه نېټه په پېښور کې په مرموز
ډول شهید شو.
3
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
غرب فلسفه یې د رشق د عرفان رسه په ګډه مطالعه کړه او او په پایله کې یې د
ځايي معرفت بې ساری منت تولید کړ .په بل ساده عبارت هغه فلسفي مباحث چې
نوموړي د فرانسې او جرمني په پوهنتونونو کې لوستيل وو ،د افغان انسان لپاره د
ځايي معرفت رسه پخال او د عیني واقعیتونو په نظر کې نیولو رسه یې په ساده ژبه
بیان کړل.
4
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ددې آثارو د خپرولو اصيل موخه نوي ځوانانو ته د پوهاند مجروح د معرفۍ
رسبېره په روشنفکري ډګر کې د جګړې وړاندې افغانستان له روشنفکرانو رسه د
نوي روشنفکر نسل نښلول دي .رسبېره پر دې د هېواد په اوسنیو حساسو رشایطو
کې پر ټولو فرض ده چې ددې پړاو ځانځاين ښاماران وپېژين .اوسمهال زموږ ټولنه
د پوهاند ډاکټر سید بهاؤالدین مجروح آثارو ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري.
په درنښت
5
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
لړليک
لړليک 6 ...........................................................................................
پيغامونه پټ پراته په افسانو کې 9 ...........................................................
الروي15 .................................................................................... :
د محبت الهه 21 ............................................................................
ايګو27 ...................................................................................... :
الف ،اېګو د دنيا مرکز دی30 .......................................................... :
ب :اېګو په ځان ټینګ باور لري31 ................................................. :
ج :د نارسيسېزم موضوع32 ............................................................. :
دال :اېګو د نورو په ځپلو کې لويي ويني33 ...................................... :
ه ،اېګو يوازې د ځان په اړه فکر کوي34 ........................................... :
و ،اېګو له نورو رسخه د کشمکش احساس کوي35 ............................ :
ز ،د ښامار ستاينځای36 ................................................................. :
ح :د اېګو ولې له ماشومانو رسه ورانه ده؟ 37 .......................................
ط :اېګو ځان غلطوي39 ................................................................ :
ی ،اېګو يوازې پاتيږي40 ...............................................................:
ل ،هر چېرته ،هر وخت41 .............................................................. :
م :اېګو په وهمونو کې الهو کيږي42 .................................................
کوم وهمونه42 ............................................................................. :
ن ،د اېګو ځپلې ټولنې ځينې ځانګړنې43 .......................................... :
س ،مړينه45 ................................................................................ :
د اساطريو ژبه46 .......................................................................... :
د دغه اثر ځينې نورې سبکي ځانګړنې55 ......................................... :
6
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
یو څو لومړۍ خربې58 .......................................................................
د ښامار سندره60 ......................................................................... :
د ښامار (پيغام)62 ........................................................................ :
د حكيم سنايي غزنوي په درناوي 64 .....................................................
ځانځاين ښامار 66 .............................................................................
پرولوګ 68 .......................................................................................
د ورك سمندر غاړې 68 .......................................................................
لومړى څرخ 78 .................................................................................
تور ښامار د مرګ په لور ځي 78 ...........................................................
لومړى پړاو 80 ...................................................................................
هغه ښار چې ټول ښاريان يې رنځوران وو 80 ..........................................
لوى فاتح د ټول جهان 83 ................................................................
رساعظم 89 ...................................................................................
دويم پړاو 98 .....................................................................................
دمه ځاى ،چې پكې ځاى د دمې نه و 98 ................................................
درېيم پړاو 116 ..................................................................................
د دوزخ له درشل دېخوا 116 ................................................................
رب النوعه الهه د عشق او مينې 117 ...................................................
اژدها ته هر كىل119 ..................................................................... :
د اوهامو جهنم 123 ..................................................................... ۲
څلورم پړاو 136 .................................................................................
د دوزخ له درشل هاخوا 136 ................................................................
دوزخيان ياغي ياغي 139 ............................................................. ۱
پرښته د تروږمو148 ...................................................................... :
7
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ځانځاين ښامار 156 ...........................................................................
دويم څرخ 156 .................................................................................
يو ځل بيا راستون ښامار شو 156 ...........................................................
پنځم پړاو 158 ...................................................................................
د ژوندون د چينې غاړه په تورتم كې 158 ................................................
نابلد ملګرى 166 ...........................................................................
د بېلتون شپه تورتم نه وه 172 ...........................................................
زېږنځاى د ښامارانو178 .................................................................:
رس االرسار184 ..............................................................................
شپږم پړاو 188 ...................................................................................
هغه ښار چې تور ښامار ور باندې ناست و 188 ........................................
شاه ليىل په مته ناسته ګريوان څريې 189 ................................................
ښار د زړه په سرتګو ړوند و 193 ........................................................
په ړندو كې يو بينا نوم يې مجنون شو197 ...........................................
د مرګي سيورى روان و ژوندي رسي ور پسې تلل 218 ..........................
ابدي څرخ 251 .................................................................................
8
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
اسدالله غضنفر
ځانځاين ښامار د ازاد شعر په قالب کې سیمبوليک روايت دی .روايت په
اديب اصطالحاتو کې د هغو خيايل يا واقعي پېښو بيان ته وايي چې ارتباط رسه
لري .له سیمبوليک روايته منظور دا دی چې په دې اثر کې تر ډېره حده له
پېښو ،ځايونو ،کرکټرونو او مفاهيمو هم لومړۍ مستقيمه معنا اخلو ،هم د پردې
شاته معناوې پکې موندلی شو .د ځانځاين ښامار ليکوال پوهاند ډاکټر
بهاوالدين محروح له سیمبوله همدا معنا اخيل او د خپل کتاب په رسيزه کې
ليکي « :په سی مبول کې ظاهري معنا باطني معنا له ځان رسه راکاږي او باطني
معنا په ظاهري معنا کې تجسم کوي،د مثال په ډول د کتاب په منت کې چې د
(ښار) يا د( دښت) او(صحرا) مفاهيم راغيل دي ،په بشپړه سیمبويل معنا را
اخيستل شوي دي .د (ښار) څخه مراد په خپله ښار يعنې د خلکو مرتاکمه ټولنه
ده او هم ټولنيز ژوند او اجتامعي روابط او هم د دې ژوند او روابطو تاثري او
شورماشور د انسان په ذهن او نفس کې ترې مراد دی .همدا شان دشت او
صحرا په خپله دغه محسوس واقعيت دی او هم د يو وچ بې حاصله فکر او د
يو بې درده ذهن معنا ترې راوالړيږي».
سیمبول د هغه مطلب د بيان له پاره چې چندان واضح نه دی او زموږ پوهه
ورباندې پوره برالسې نه ده ،ښه ذريعه بلل کيږي .څرنګه چې په دغه کتاب
کې د بنيادم د ذهن د سپړلو هڅه کيږي او د ذهن لويه برخه د ال شعور په تياره
کې پټه ده نو سیمبول د داسې موضوع د بيان له پاره مناسبه ذريعه ده .موږ
خوبونه په سیبموليکه ژبه وينو ،مثالً په نورو باندې د براليس ارزو په خوب کې
9
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ممکن د ښار له پاسه د الوت په وسيله ځان ښکاره کړي .داسې ځکه کيږي
چې په خوب کې شعور ويده او ال شعور ويښ وي .الشعور د خپل مبهم او
ناڅرګند ماهيت په وجه د خپل ځان د څرګندولو له پاره په سیمبولونو غږيږي.
پوهاند مجروح د ځانځاين ښارمار د موضوع په اړه ليکي «:ځانځاين ښامار د
انساين ژور طبیعت د مترد او عصيان بيان دی او دا واقعيت درې جال اړخونه
لري ،يو يې نفيس انفرادي اړخ دی ،يو بل يې اجتامعي او سيايس اړخ دی او
درېيم يې د دې دواړو اړخونو ترکيب دی او هغه د انساين موجوديت فلسفې
معنا ده؛ نو اوس دا پوښتنه کيږي چې د داسې انساين درې اړخيز واقعيت د
بيان د پاره به کومه ژبه او کوم راز کالم مناسب وي؟ د دې پوښتنې ځواب به
دا وي چې د دې بيان د پاره دوه الرې شته .يوه هغه الره ده چې دا درې اړخه
جال،جال وڅېړل يش او د يو عميل تحلييل کالم په کومک او د علمي دقيقو
مفاهيمو په وسيله بيان يش .بل به يو داسې ترکيبي کالم وي چې عني مضمون
او عني بيان دغه درې معناګانې په ځان کې ځای کړای يش او درې واړه
معناګانې په يو آن بيان کړی يش .دا کالم شعري ترکيبي کالم دی چې د
سیمبولونو او رمزونو څخه کار اخيل .د رښتيني شعري کالم ارزښت او عمق په
سیمبولېزم کې دی».
دلته وينو چې ليکوال غواړي له يوې کلمې څو معناوې واخيل او دا کار يوازې
د سیمبول په وس کې دی ،ځکه په عادي ژبه کې خو له هرې کلمې ايکې يوه
مستقيمه معنا اخلو .کله چې وايو اوبه نو منظور مو همدا اوبه وي .په استعاره
کې مو که څه هم د کلمې مستقيمه معنا منظور نه وي مګر هغه پټه معنا يې
ايکې يوه وي .په دې جمله کې چې وايو« په مخ يې ملغلرې بهېدلې» له ملغلرو
منظور يوازې اوښکې دي ،مګر سیمبول داسې دال دی چې څو مدلوله لري،
لکه په ځانځاين ښامار کې چې ښار هم ښار دی او هم نور ،نور څه.
ځانځاين ښامار د بل هر روايت غوندې راوي لري .د دې روايت د اولې برخې
10
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
راوي يو الروی دی .دی د خپل سفر پيل داسې بيانوي:
يوه ورځ د ورځ ماښام خړه تياره وه
زه راووتم د ښار له شور ماشوره
دروازې د ښار شوې پورې
شوم روان د دښت په لوري
حال ويجاړې
لټولې مې د ورک سمندرغاړې.
دغه الروی ولې ماښام راووت؟ ځکه ماښام تياره خپريږي او لږ وروسته بيا
سرتګې چندان څه نه ويني .راوي نيت کړی دی چې له برسېرن او ظاهري
ژونده د ژوند پټې معنا او اصيل بڼې ته ورسيږي ،يعنې هغه څه ته چې د ورځني
ژوند او ظاهري پوهې له رڼا ورهاخوا زموږ د ناخربۍ په تياره کې پټ دي.
ماښام د يو وخت د پای او د يو بل وخت د پيل معنا هم لري .الروی غواړي
ژوند ته په يوه نوي نظر وګوري .ده د سفر په پيل کولو رسه د ژوند يو پړاو ختم
کړی او يو بل پړاو یې رشوع کړی دی .دلته ماښام د دې معنا په رسولو کې هم
برخه اخيل.
الروی ولې د ورک سمندر غاړې لټوي؟ ځکه په سمندر کې اوبه وي ،اوبه د
ژوند نښه ده .په قرآنکريم کې لولو چې «:وجعلنا من املاء کل شیء حی».
اسکندر هم د تلپاتې ژوند په تياره کې ورکه چينه پسې ګرځېده .خرض چې د
دې چينې اوبه څښلې وې په کيسو او افسانو کې يې همېشنی ژوند موندلی
دی .زیګمنډ فرويډ وايي چې په خوبونو کې والدت د اوبو په ذريعه بيانيږي
او همدا وجه ده چې څوک اوبه په خوب وويني تعبري يې دا دی چې د اوالد
څښنت به يش.
الروی د ژوند د حقيقت د موندلو له پاره ولې له ښاره راوځي؟ له ښاره منظور
11
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
څه دی؟ ښکاره منظور خو په خپله ښار دی چې د امن په دېوالونو کې يې
اوسو او ځان خوندي احساسوو .ښار زموږ د ټولنې ځای دی .زموږ فکرونه له
هغې اجتامع را اخيستل شوي چې پکې ژوند کوو .زموږ ټولنې زموږ مرشانو او
زموږ دودونو چې کوم شی ښه بليل موږ هم بې له څه فکره ښه ګڼيل او چې
هغوی بد ګڼيل موږ هم په پټو سرتګو بد بليل دي .الروی غواړي په ښار يعنې
اجتامع کې د منل شوي فکر او تعبري له تاثريه را ووځي ،د ژوند حقيقت او د
انسان په حيث د خپل ځان حقيقت ته ورسيږي ،نو ښار په خپلو بندو دروازو
او بندو فکرونو کې پرېږدي او د خپل ذهن په بيابان کې سفر پيلوي .دی هڅه
کوي چې د يو انسان په توګه د خپل وجود هغه تل ته الره وکړي چې هېر کړی
غوندې يې دی او پردی ورته ښکاري .ښار دلته د بنيادم د شعور معنا هم لري.
هغه څه چې زموږ په ذهن کې دي او ترې خرب نه يو موږ الشعور دی.
نامتو ارواپوه زیګمنډ فرويډ وايي چې د انسان ذهن د يخ داسې ټوټې ته ورته
دی چې نهه برخې تر اوبو الندې او يوازې يوه برخه يې راوتلې وي .معنا دا
چې د ذهن رصف ډېره وړه برخه بيداره او هوښياره ده .ارواپوهنې ثابته کړې
ده چې زموږ خوی او شخصيت د ناهوښيار ذهن او ضمري يعنې الشعور تر اثر
الندې دی .زموږ اصيل څېره تر ډېره حده په ال شعور کې پټه ده ،هغه څېره
چې زموږ نه خوښيږي او هېره کړې مو ده .د ځانځاين ښامار له اقتباس شوي
متنه څو پاڼې وروسته [د ۱۳۸۵کال چاپ په اتلسم مخ کې] الروی وايي چې
زموږ ښار په بيابان کې د کوچیني ځای مثال لري چې که له رېګستانه توپان
رايش ،الندې به يې کړي ،يعنې ال شعور کوالی يش چې شعور (ښامار) تباه
کړي.
په دې ډول وينو چې د ځانځاين ښامار د منت لږ تر لږه اصيل کلمې او اصيل
پېښې سیمبوليکې او څو اړخيزې معناوې لري .دا يوازې د فرد د حقيقت د
موندلو سفر نه دی بلکې دلته د ټولنې د حقيقت او د انسان د فلسفي مفهوم
12
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
لټون هم روان دی.
لکه څنګه چې مو وويل په ال شعور کې زموږ اصيل څېره پټه ده .زموږ اصيل
څېره چې په ټولنه کې د ظلمونو ،دروغو او رياکاريو په وجه او زموږ د براليس
غوښتونکي او ځان ماري خودپست خوی په وجه له عقدو ډکه ده ،موږ د خپل
شع ور له ساحې اېستلې او د ال شعور تورې سمڅې ته مو متبولې ده .پوهاند
مجروح د الشعور سمڅه چې د بنيادم د ځپل شويو غوښتنو ښامار پکې زيږي،
د نکلونو د انداز په مرسته دا رنګه انځوروي:
« وايي ،وايي
يو لوی غار دی چېرته پټ پروت
توره خوله يې هيبتناکه ،ننوتې ځمکې تل ته
رسېدلې د دوزخ ناشنا درشل ته
نيمه شپه ترې ډاروونکې ارواګانې وځي ځينه
غرو غونډو کې ننوځي
ژوندي کېږي لوی کونډونه ،ګړنګونه
تور دېوان ترې نه جوړيږي
د وچ رود کوږ وږ بسرت هم
راژوندی يش اژدها يش
بيا روان د دشت پر لور يش
کله،کله هم نژدې ځي د ښار پورې دروازو ته».
13
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ځايي بيانيږي؛ البته نفساين عامل مهم ګڼل کيږي او راوي د روايت په ابتدا
کې دا وايي چې:
جهنم نه چېرته لرې دی نه پټ په بل جـهان کې
جهنم د هر انسان دی هر انسان ته په خپل ځان کې
نو د هغه روايت د پېژندلو له پاره چې د ستونزې رسچينه د بنيادم په نفس کې
ګڼي ،بهرته ده ارواپوهنيزه کره کتنه هېره نه کړو.
ارواپوهنيزه کره کتنه معموالً د زیګمنډ فرويډ نظرياتو ته په پام رسه کيږي.
فرويډ په ۱۹۳۹میالدي کال په درې اتيا کلنۍ کې ومړ .د ده په مړينه که څه
هم ډېره موده ترييږي خو ال تر اوسه د ارواپوهنې د ډګر ترټولو مهم او اغېزمن
کس دی .نوې ارواپوهنې ته د فرويډ تر ټولو لوی خدمت د وګړي د ذهن په
الشعوري اړخ باندې ټينګار بلل شوی دی .ده ثابته کړه چې د وګړي عملونه،
فکرونه ،عادتونه او غوښتنې بې له دې چې په ځان پوی يش د الشعور تر اغېز
الندې دي .بنيادم خپله هره غوښتنه چې ورباندې ځوريږي د خپل ياد او شعور
له ساحې بايس الشعور ته يې ټېل وهي او هلته يې بندي کوي .بنيادم خپلې
ګڼې غوښتنې او خاطرې ځکه له خپل شعوره شړي چې د ده له وجدان،
کورنۍ روزنې ،دودونو ،عقيدو او اقدارو رسه په ټکر کې وي .د فرويډ په نظر
کله چې د ال شعور په سمڅه کې ايسارې غوښتنې ډېرې زورورې او د شعور
ساحې ته د راتلو له پاره يې فشار ډېر يش نو وګړي ته روحي ناروغي پيدا
کيږي .ځانځاين ښامار د همدې ناروغي داستان دی .موږ به د فرويډ د
ارواپوهنې په رڼا کې په دې اثر نورې خربې هم وکړو خو اوس به دا وګورو
چې د دې روايت جوړښت په څه شکل دی؟
په دغه روايت کې پېښې تکراريږي او دغه شی څو تعبريه لرالی يش .يو خو
دا چې پېښې که څه هم په ظاهره په ښار او بيابان او سمڅه کې واقع کيږي مګر
14
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
په اصل کې ټولې ذهني تجربې دي .هغه څه چې پرون په ذهن کې وو نن
ممکن بيا په ذهن کې راتېر يش .بله دا چې د پېښو په تکرار رسه مو دې ټکي
ته ال ښه پام کيږي چې دغه کيسه په هر وخت کې د هر انسان کيسه ده.
کتاب له لويه رسه په دوو برخو وېشل شوی دی .ليکوال اوله برخه اول څرخ
او دوهمه دوهم څرخ بللې ده.
په دې اثر کې درې کرکټره اصيل رول لوبوي :الروی ،ايګو او د محبت الهه.
دوی هم بېل کسان او هم د يو کس د ذهن بېلو -بېلو ځانګړنو استازي بلالی
شو؛ لکه په ګڼو متثييل کيسو کې چې مختلف ژوي د انسان د مختلفو خويونو
استازيتوب کوي ،مثالً په ځنګل کې زمری ممکن د انسان د زړورتوب ،ګيدړه
يې د چل او مکر او لېوه يې د بې رحمي ښووندې وي.
د محبت الهه له نورو رسه د بنيادم د مينې جذبه ده او ايګو د ځان ماري او ځان
ويل متايل دی چې انسان له نورو انسانانو پردی کوي او خودخواه ،بې لحاظه،
په ځان مني کس ورنه جوړوي.الروی د انسان هغه هڅه ده چې د ځان د
پېژندلو له پاره يې کوي.
کله چې د ځانځاين ښامار له متنه سيايس او اجتامعي معنا اخلو ،بيا کوالی شو
هر کرکټر ځانته کس وبولو .مثالً ايګو په ټولنه کې د هغو کسانو استازی دی
چې ځان ويني بل نه ويني او الروی د ټولنې د هغو کسانو منايندګي کوي
چې د حقايقو د موندلو او د خلکو د خربولو فکر وررسه وي.
الروي:
ځانځاين ښامار د ده په روايت پيليږي .دی راته د خپل سفر کيسه کوي وايي
ماښام له ښاره راووتم بيابان مې کچ کړ ،د يوې سمځې خولې ته راورسېدم...
الروی د سمڅې خولې ته نژدې ودان شوي ښار کنډوالې ويني ،له ځان رسه
وايي چې کاشکې څوک راپيدا يش د دې ښار د ژوند کيسه راته وکړي .دغه
15
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
وخت د يو جنت خاورين خاورين تر عنوان الندې د ښار رسګذشت بيانيږي،
د پيل جمله يې دا ده :وايي دلته پخوا ښکلی ښايسته ښار و.
څوک وايي؟ لوستوکي خو څوک ونه ليدل چې الروي ته راغلی او دا بيان يې
تېر کړی وي .دا په حقيقت کې پخپله الروی دی چې د خپل ذهن ژورو ته
کوز شوی او د ژوند يو پټ حقيقت يې موندلی دی؛ لکه څوک چې سپېرې
خاورې پلټي او خزانه پکې مومي ،دغسې د انسان په ذهن کې ډېر څه شته
چې د غور او دقت په مټ يې موندلی يش او څرنګه چې دغه څه د ده په
حارض ذهن کې نه وي نو ګومان کوي چې د ده نه بلکې د بل ځای او بل چا
خربې دي.
ارواښاد حمزه شينواری فرمايي:
چې خپل غزل د چا نه واورم حمزه
واميه چـا هسې وينا کړې ده
په دوهم څرخ کې الروی د متکلم په حيث يو ځل بيا پيدا کيږي خو له څو
جملو وروسته خپل ځای غايب (درېيم ګړي) راوي ته ورکوي .په اول څرخ
کې راوي د ځان او نورو په باره کې خربې کولې خو په دوهم څرخ کې يو بل
غايب څوک د الروي په اړه غږيږي چې سمڅې ته ننوځي ،هلته مهم حقايق
مومي او له هغو څخه د خلکو د خربولو له پاره ښار ته ستنيږي.
د الروي په ژوند او رسګذشت کې ځينې مهم ټکي دا دي:
الف ،اراده :الروی هغه څوک دی چې د ژوند ،ټولنې او دنيا په باره کې
حقايق مومي ،وصال ته رسيږي او لوی کارونه کوي .د ده د برياوو اصيل وجه
دا ده چې دی هوډمن سړی دی ،د نورو غوندې د ښار په دېوالونو کې ځان نه
ايساروي بلکې د سختو سفرونو عزم کوي .لکه څنګه چې ارواپوهان وايي که
بنيادم کلکه اراده ولري د خپل روحي زوال مخه نيولی يش.
16
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ب ،د خاطرو ډېوه :خو هغه کسان چې په روحي لحاظ بالکل تباه شوي وي(
لکه لېوين ،يا د هيټلر او ستالني به څېر کسان چې ډېر خونونه يې کړي دي ،يا
د وطن لوی خونکاران چې د قتل و قتال له پاره همېشه په پلمو پسې ګرځي).د
هغو رغېدل ناشوين دي .هغوی د ژغورنې سفر نه يش کوالی .د الروي په
وجود کې د پاکي ،سپېڅلتيا او انساين عواطفو ډېوه ال بله وه چې د ژغورنې
سفر يې پيل کړ .دی چې له ښاره راوځي راته وايي:
بيابان و ،تروږمۍ وه ،توره شپه وه
خو له ما رسه د ننه يوه ډېوه وه بلېدله
دا ډېوه د تېر وختونو خاطره وه.
انسانان مې ال ليدل د خيال په سرتګو
د غمجنو فريادونه ،ډک له قهره اوازونه
غږ د مينې محبت مې ال تر غوږ و ۱۳ ...مخ
کله چې د غسې ډېوه مړه يش بيا نو نور بنيادمان ،بنيادمان نه بلکې وسايل
ښکاري .موږ له خاورو خښتې جوړوو ،خښتې په بټۍ کې پخوو ،بيا يې يو د
بل د پاسه ږدو چې دېوال ودروو ،خو په روحي لحاظ تباه شوي بنیادمان
ممکن د ارزو د ماڼۍ د جوړولو له پاره د بنيادمانو غوښې ،وينې او عزت په بې
غمه زړه مرصف کړي.
ج) د نورو غم لرل :د انساين عواطفو د لرلو په نتيجه کې ممکنه ده چې د
نورو په ستونزو کې ځان رشيک وګڼو او د حل له پاره يې فکر وکړو .الروی
همداسې څوک دی .له ده رسه د ټولنې د تباهۍ وېره ده:
زما بېره وه له دې بې خربۍ نه
له دې هسې بې غمۍ نه
ډارېدمه
17
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
چې يوه شپه د شپو به مړه وي څراغونه
انسانان به ډوب پراته په خوب ويده وي
د دې غار له ژور تل نه به راووځي
د تورمتو ارواګانې
په دښتو باندې لښکرې
او ترڅو چې سباکيږي
ښار به نه وي
ترې به پاتې ،کنډوالې وي ،ويرانې وي ۱۹ (.مخ )
دال) الهامونه :بنيادم په ارادي ياغري ارادي ډول د هغې موضوع په باره کې
فکر کوي چې د لچسپي وررسه لري .په يوې موضوع باندې پرلپسې فکر او
غور د کشف او الهام سبب کيږي .الروی چې له ټولنې رسه مينه لري د ټولنې
په اړه ډېر حقايق ورته الهاميږي؛ مثال:
ناڅاپي مې شوه له سرتګو پرده پورته
د ښاريانو د ژوند رمز شو رابرسېره
انسانان ولې استوګنه په ښارو کړي؟
په برجونو ،ماڼۍ ګانو ،پخو پلنو دېوالو کې؟
ادمزايت جوړوي لوی،لوی ښارونه
له ښارونو تاووي لوی دېوالونه
بيا د ننه په کورو کې اقامت کړي
بيا يو بل رسه په شخړو په جنګونو
په نېکمرغه ژوندون شپې سبا کوينه
له دې ژوند څخه مراد د انسان څه دی؟
هغه دا دی
18
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
له دې دښت څخه ډېر لرې اوسېدل دي
له دې تورو غرونو سرتګې پټول دي
د تيارې تروږمۍ سمڅې هېرول دي ۱۶ (.مخ )
که موږ د الروي سفر له دې اړخه وګورو چې د ځان پېژندنې په نيت په ذهن
کې د ننه سفر دی ،بيا ويلی شو چې له ځان پېژندنې رسه مينه د مکاشفو سبب
ګرځي.
ه ) زړورتوب :تاريخ شاهدي راکوي چې لوی کارونه بې ریسکه نه کيږي .که
کوملبس زړور نه وای ،د نا اشنا الرو کچ کولو ته به يې زړه ښه کړی و؟ امريکا
به يې کشف کړې وای؟ الروی چې په تورو شپه کې په بيابان کې مزل کوي،
چې تورې سمڅې ته ورننوځي او چې ښار ته راځي او د واکمن ښامار په
خالف خربې کوي ،دا ټول کارونه جرات غواړي؛چې رسسايت خاورې به
وکړې ديدنونه! موږ په خپل چاپرييال کې ګڼ اليق او مستعد کسان موندلی
شو چې مهم کار يې نه دی کړی ،ځکه دوی د يو کار تر پيلېدو دمخه اول دا
ډاډ غواړي چې خامخا به ورکې بريايل کيږي.
و) له پخواين دوست رسه خدای پاماين:
الروی اخر جدا شو
د خپل ځان له ځانځانۍ نه
له خپل (زه) نه ( ۱۲۳مخ )
19
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
حقيقت ترمنځ حجاب ګرځېدلی يش.
انګرېز مفکر فرانسيس بېکن ،چې د شپاړسمې پېړۍ په دوهمه او د دولسمې
پېړۍ په اوله برخه کې يې ژوند کاوه ،وييل و چې انسانان اول يو شی ومني ،بيا
د هغه يش له پاره چې منلی يې دی او په طبعه يې برابر دی دليلونه او ثبوتونه
پيدا کوي او دا د حقيقت د موندلو الر نه ده .بېکن چې اوسني علم او
پرمختګ ته يې د برش په رسېدلو کې لويه ونډه لرلې ده ،وايي چې کومه خربه
دې ذهن په رضا او خوشحايل مني او ټينګار ورباندې کوي ،هغې ته د شک
په نظر وګوره.
موږ ويالی شو چې الروي هغه وخت د حقيقت په لور لوی ګام واخيست چې
د ځان او حقيقت ترمنځ يې د شخيص غرضونو حجاب لرې کړ.
ز) جنون :الروی چې له اوږدو سفرونو وروسته ښار ته ورسېد ،ږیره وېښته يې
برب او ځان يې لوڅ لغړ و.
الروی ښار ته راغلی لوڅ لغړ و
هم په دې اوږده سفر کې
الروي نه هېرې شوې وې خربې ډېرې،ډېرې
د ده هېر و د لوڅتوب او بربنډتوب معنا مفهوم ټول
دی حريان و چې څه پټ کړي؟
او دا څه له چانه پټ کړي؟
هغه څه چې ده مونديل وو له ځان رسه راوړي
له هغو نه مقصد دا وه چې ښکاره يش بې پرده يش
نو دا ځکه:
الروی په هغه ښار کې هرې خوا الړومشهور په لېونتوب شو
د ښار خلکو به ويلې دی مجنون دی ۱۵۱ (.مخ )
20
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
په پخواين شوروي اتحاد کې به يې ځينې هغه کسان چې د نظام مخالفت به
يې کاوه د روحي ناروغيو روغتونونو ته استول چې ګويا ليوين دي .د ځانځاين
ښامار الروي چې د خپل ځان غوښتونکي شعور او په استبدادي ټولنه کې د
واکمن شعور په خالف بغاوت کړی دی او دا ال څه کوې چې د انسان او جهان
په تعريف کې هم له نورو رسه رشيک نه دی ،طبعا ً به مجنون بلل کيږي .د ده
لوڅوالی د حقيقت د لوڅوايل استعاره ده.
د محبت الهه
د ځانځاين ښامار په اول څرخ کې (ښاپېرۍ د عشق او مينې) د کتاب يو عنوان
دی .پوهاند مجروح د کتاب په ملنليک کې دا ښاپېرۍ داسې راته معنا کوي.
« د ژوند رښتينې منبع یعنې مینه؛ د ځان او ځانځاين مينې پر ضد»
کله چې کارونه سم روان وو ،ښار ښېرازه و او خلک خوشال وو نو همدې
ښاپېرۍ پر خلکو حکومت کاوه .د ښامار د واکمني په وخت په ښار کې ژوند
مړاوی کيږي .دی په خپله هم په روحي ناروغۍ مبتال يش او يو ځل چې د
پخوا وختونو او تېرو هېرو خاطرو په اړه فکر کوي نو:
« حريانتيا وه
چې ده څرنګ هېره کړې خاطره د هغې شپې وه
چې توپان عظيم راکوز له لويو غرو شو
سیندد په قار و ،نا قالر و ،غرېدلو
په دې وخت کې راپيدا شولو له ورايه
د څپو منځ کې روانه يوه ګوردمه لويه،لويه
ناڅاپي د خلکو پام شو
چې د پاسه په ګوردمه
يوه مرموزه رسه رڼا وه،ځلېدله
21
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
که انګار و سور سوزانه په اوبو کې؟
مخلوقات وو متاشې ته راوتيل
ډارېديل هک حريان وو
دې رڼا ته يې کتل په ترږمۍ کې
په دې وخت کې برېښنا پړق کړو
په دې لنډه روښنايي کې
خلکو وليده يوه ګرګه وه روانه په اوبو کې
يو شني مار کړۍ،کړۍ ورباندې پروت و
رنګارنګه ،ټکی،ټکی رس تر پايه
غاړه هسکه هره خوا يې متاشه کړه
پاس په رس يې يو سور ستوری ځلېدلو.
ګونګوسې د خلکو منځ کې شوې روانې ،دوی ويلې:
ټولواکمنه د مارانو ،ښاپېرۍ د رسسبزۍ وه
پاس په رس يې د رسو تاج و
پکې الل د بدخشان و ،ځلېدلو
الړه،الړه موږ نه الړه
زموږ سيمې نه بهر شوه
د هغه درياب په غاړه مېشته خلک
د مارانو سرت واکمنې په هجرت ټول ډېر خپه وو
او د ملک په ابادۍ په نېکمرغۍ کې
دا هجرت ورته ښکاره شو بد شګومه
دا هجرت و په رښتيا يوه لويه پېښه
بيا ورستي نسلو ترې جوړه د تاريخ لويه مبدا کړه
ځکه،ځکه په دې پېښې ختمېدلو
22
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د انسان طاليي عرص
او يوه نوې تاريخي دوره رشوع شوه ۵۵ ».او ۵۶مخونه
23
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
بيا ورو ورو له مور رسه مينه او نورو رسه مينه نارسيسیزم (په ځان میني حالت)
کمزوری کړي خو په لوينې کې غالبا ً بنيادم دوباره په خود خواهي کې غرق
يش .دغه دوهم ځلې نارسيسېزم که ډېر پياوړی وي ،روحي ناروغي پيدا کوي
او ممکن تر مرګه پورې له بنيادم رسه وي .نارسيسیزم د مينې او محبت ضد
حالت دی.
له دوهم ځل تلو څخه د محبت د الهې منظور دا دی چې زه يو ځل د مخه د
ماشومتوب په ابتدا کې د لومړي نارسيسیزم Primary Narcissismپه وخت
درنه تللې وم او دا دی يو ځل بيا د ثانوي نارسيسېزم په وخت درنه الړم چې نه
راستنېږم.
د محبت الهه ولې د مارانو واکمنه بلل شوې ده؟
مار د پخوانيو يونانيانو په عقيدو کې د شفا او روغتيا سیمبول و( اوس هم په
طب کې د روغتيا سیمبول دی) او د ژوند د قدرت مظهر بلل شوی دی .له بلې
خوا مار د جنيس غريزې سیمبول ياد شوی دی او څرنګه چې جنيس غريزه د
فرويډ په ارواپوهنه کې د بنيادم پر کرکټر او روحيې باندې تر بل هرڅه ژور اثر
ښندي نو مار د ژوند د قوت او لذت ښووندوی هم بللی شو ،يعنې کله چې د
مارانو ټولواکمنې حکومت کاوه ،ژوند غوړېدلی او ښار ښېرازه و.
د محبت د الهې له تلورسه ولې د انسان طاليي عرص ختميږي او نوې تاريخي
دوره رشوع کيږي؟ د وګړي په ژوند کې طاليي وخت هامغه دی چې له نورو
رسه د محبت کولو استعداد ورکې وي خو د انسان طاليي عرص او نوې تاريخي
دوره داسې عبارتونه دي چې د وګړي له ژونده ورهاخوا د ټولې انساين ټولنې
ژوند ته اشارې کوي .دغه عبارتونه په لوی الس انتخاب شوي دي چې د
لوستونکي پام د برش تاريخ ته واوړي.
زموږ له ديني عقايدو رسه سم ادم وحوا په جنت کې اوسېدل خو شيطان څه
چل وکړ جنت ته پسې ورغی ،دوی يې د غنم دانو خوړولو ته چې خدای ترې
24
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
منع کړي وو ،وملسول .دغو لومړنيو انسانانو چې د غنم دانې وخوړې خدای
له جنته واېستل.
له بلې خوا تاريخ راته وايي چې خلکو په اوله کې ګډ ژوند کاوه؛ لکه د کور
د غړيو چې جايداد رشيک وي،دغسې د ټولنې د غړيو شتمني رشيکه وه.
وروسته بيا طبقې پيدا شوې ،ګټه او تاوان د هر کور او هر چا خپل شول او
نتيجه دا راووته چې په نفسونو کې ځانځاين او ځان ماري وغوړېده.
که د داروينی زم له عينکو وګورو نو برش په ابتدا کې دومره عاقل نه و چې مرګ
وپېژين او چې مرګ يې نه پېژانده نو ابديت يې احساساوه،لکه څوک چې په
جنت کې اويس ،خو د عقل ودې ورته غمونه وکرل او پوه یې کړ چې ژوندون
د ژمي مازديګر دی تېر به شينه.
دغه راز ځان پالونکې پوهې له مينې لرې کړ.عالمه اقبال خو ځکه وايي چې
د زړه د درد يوه بڅرکی د اپالتون تر ټول علم غوره دی.
د سیمبوليک او هرني بيان کامل دا وي چې هر لوستونکی ورنه د خپل ذوق
او تجربې مطابق بېله معنا اخيستی يش .په خانځاين ښامار کې د لرغونو
يونانيانو متدن ته ګڼې اشارې شته .له همدې کبله زه د طاليي عرص د ختمېدو
او د نوې دورې د پيلېدو په عبارتونو کې د يوناين متدن تباهي ته هم اشاره
وينم.
د دنيا د نورو لرغونو متدنونو په نسبت په يوناين متدن کې د انسان قدر ډېر و.
د هغوی د ژوند طرز ،فلسفې او عقيدې د انسان له ودې او غوړېدو رسه مرسته
کوله خو لکه څرنګه چې مورخانو ليکيل دي د مقدوين سکندر نظامي
فتوحاتو په ظاهره يونانيان په اسيايي ټولنو السربي کړل خو په عمل کې د
اسیاوالو د فکري او سيايس استبداد سېالب د يونان په لور ورمات شو ،چې په
نتيجه کې د برش په تاريخ کې د ازادي يوه طاليي دوره ورو ورو ختمه شوه.
د کتاب په دوهم څرخ کې د محبت الهه له ښاره بهر چېرته د الرې په غاړه
25
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
وينو چې شنې جامې يې په ځان کې وي ،منګی وررسه وي ،مساپرو ته اوبه
ورکوي ،يعنې هغو کسانو ته چې د واقعي ژوند په لټون بوخت دي.
الروی چې د سمڅې له سفره راستنيږي ښارته نژدې د الرې پر رس شني
کميسې نجلۍ ويني او د خپل ورک سمندر غاړې د هغې په لېمو کې
ورښکاري .الروی ښاريانو ته وايي چې دلته يو وخت د نوبهار الهې(د محبت
الهې) حکومت کاوه .ښاريان شني کميسې نجلۍ ليال بويل ،د ښار تر سیندګار
شويو نجونو يې ښکلې نه ګڼي او واکدار خو د هغې له وجوده خرب هم نه دی
مګر د مجنون ډېرو يادولو مشهوره کړه .واکمن دوی دواړه دربار ته ور
وغوښتل .مجنون د واکمن مخې ته وويل:
« زه چې تلمه له دې ځايه
هغه ښکلې نيمه خدايه په بسرت د شنېلو ال ګرځېدله
غرڅنو يې شنه ملنه بويوله ،ښکلوله
اوس چې بېرته يم راغلی
له سفره راستون شوی
هرې خواته رېګستان دی ،وچې وچې صحراګانې» ( ۱۹۷مخ )
26
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
زما قدم ځای دی.
خو واکدار ونه توانېد چې دا وپېژين( يعنې محبت وپېژين) دوی يې له درباره
وشړل .ليال له ښاره ووته او يو وخت چې واکدار ومړ او ژوند بيا غزونې وکړې
نو:
« او بيا هغه نا اشنا پېغله
زوړ کميس ،څېرې ګرېوانه
ګرځېدله ،مسته مسته خرامانه
شني کميس ،نری ،شفاف يې وه په تن کې نوی نوی
د وحيش ګلونو تاج يې پاس په رس پروت
د بهار وږمې په شانې الوتله
د دښتونو غرڅنۍ ورته راتللې
شنه ملن يې بويوله ،ښکلوله» ( ۲۱۱او ۲۱۲مخونه)
ايګو:
ايګو چې د اتل ،بادار ،ښامار ،واکدار او نورو نومونو ياديږي ،د ځانځاين ښامار
اصيل کرکټر او موضوع ده .د کتاب په دوهم څرخ کې الروی وايي چې زه
سمڅې ته ورکوز شوم ،هلته مې کوچني چينجي وليدل چې يو بل يې خوړل.
په دوی کې يو غټ شو ،ډېر غټ شو ،په ښامار بدل شو او د ښار په لور و
خوځېد چې حکومت ورباندې وکړي .د کتاب په اول څرخ کې الروی وايي:
« ډارېدم زه
د خپل زړه په ژور تل کې
له ښاماره
له هغه عظيم ښاماره
چې له دې سمڅې راوځي
27
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
او بيا ځي د دښت په لوري
بيا نژدې يش کيل ښار ته
ښکار کوي د انسانانو» ( ۱۹مخ)
پوهاند مجروح د کتاب په ملنليک کې د ښامار معنا داسې کړې ده :ځانځاين،
په ځان مني خودپرسته شعور
دغه شعور چې د يو کس په توګه معريف کيږي ،د ښار له نيولو وروسته ځان
ښاريانو ته دا رنګه ورپېژين:
«تاسې واياست زه به څوک يم؟
زه خو (زه) يم ،زه (ايګو) يم
درست نړۍ کې پهلوان يم
لوی فاتح د ټول جنګونو د جهان يم ۳۰ ( » .مخ)
ليکوال د ايګو په رشحه کې ليکيل دي چې( :په خپل ځان متمرکز او ځان مني
شعور) ايګو EGOد فرويډ د ارواپوهنې يوه اصطالح هم ده .ايا دا دواړه يوه
معنا لري؟
فرويډ د انسان د شخصيت هغه اړخ چې يوازې په خوند پسې ګرځي او هېڅ
ډول اجتامعي اصول نه مني ،ايډ IDبويل ID .چې ټول د ذهن په الشعوري
برخه کې دی ،د لبېدو Libidoيعنې د شهوت د انرژۍ مخزن او ګودام دی .د
فرويډ د نظريې په اساس د ماشوم شخصيت د زېږېدلو په وخت يوازې ايډ
لري .دغه ماشوم يوازې ړنده غوښتنه وي او بس ،خو د وخت په تېرېدو رسه
پوه يش چې د هوس د پوره کولو له پاره د چاپرييال غوښتنو ته پام پکار دی.
د اور ملبه به ښکلې وي مګر الس بايد ورنه وړي چې سوځوي يې؛ د پيالې په
ماتولو کې به خوند وي خو په دې کار کې خطر دی ،ځکه مور به يې ووهي.
28
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د چاپرييال د غوښتنو په چوکاټ کې د خپلو غريزو او غوښتنو ايسارول د بنيادم
د شخصيت بل اړخ دی چې فرويډ ورته ايګو وايي .ايګو د ايډ د ړندو غوښتنو
مخالف نه دی خو څرنګه چې په چاپرييال خرب دی نو د هوس د پوره کولو له
پاره رشايطو ته هم پام کوي.
زموږ عقالين فعاليتونه او حافظه له ايګو رسه تعلق لري .ايګو يو څه په شعور
او يو څه په الشعور کې واقع ده.
په څلور -پينځه کلنۍ کې د ماشوم د شخصيت د يو بل اړخ وده پيليږي چې
فرويډ يې سوپر ايګو Super Egoبويل .کله چې ماشوم د مور و پالر او نورو
الرښوونې له وېرې نه ،بلکې د زړه له تله ومني ،معنا يې دا ده چې په شخصيت
کې يې د سوپر اېګو اړخ پيدا شوی دی .سوپر اېګو تر ډېره حده د ټولنې له
اقدارو ،باورنو او ارزښتونو رسه سمون خوري .د سوپر اېګو لويه برخه په
الشعور کې وي.
د فرويډ په نظر په روحي لحاظ روغ بنيادم پياوړې اېګو لري .پياوړې اېګو هم
ايډ کنټرولوي ،هم سوپر اېګو دې ته نه پرېږدي چې بنيادم د وچو اخالقو پريو
او له خلکو رسه په روابطو کې متعصب قايض کړي .اېګو له يوې خوا له
خارجي واقعيت رسه د ارتباط ذريعه ده او له بلې خوا د اېډ او سوپر اېګو په
شخړه کې د تعادل هڅه کوي .که يو څه په غري فني ژبه وغږېږو ويالی شو
چې سوپر اېګو وجدان ،اېډ اماره نفس او اېګو عقل دی.
پوهاند مجروح اېګو(يا ښامار) په ځان مني شعور بللی ،يعنې هغه عقل چې په
خود پ رستۍ او ځانولۍ مبتال دی او يا په بله ژبه هغه عقل چې د نارسيسیزم
مرض ورباندې لګېدلی دی .لکه څنګه چې مو د مخه وويل هر بنيادم د ژوند
په ابتدا کې په ځان ميین دی او يو څه نارسيسیزم ته بنيادم ټول عمر اړتيا لري،
ځکه يو څوک که ځانته اهميت ورنه کړي ،نه پرمختګ کوالی يش نه حتی
ځان ساتلی يش ،خو غري نارمل نارسيسیزم له نورو رسه په روابطو کې د خنډ او
29
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د روحي ناروغۍ سبب ګرځي .د فرويډ په نظر که د ماشوم روحی وده سمه
وي ،په هغه کې له نورو رسه د مينې استعداد پيدا کيږي او لبیدو يې له ځانه بهر
ته مخ اړوي .خو که دا وده سمه نه وي ،مثالُ مور له ماشوم رسه سم چلند ونه
کړي ،لبيدو دوباره ځانته متوجه کيږي .دغسې بنيادم بيا نورو ته نه بلکې رصف
ځانته اهميت ورکوي.
د ځانځاين ښامار د اتل (اېګو) ځانګړنې هامغه دي چې ارواپوهانو په
نارسيست بنيادم کې ليدلې دي.
دلته به د اېګو د شخصيت او د هغه د ژوند د مهمو پېښو په اړه څو خربې وکړو.
دا مطالعه له دې اړخه هم جالبه ده چې کابو هر بنيادم دا رنګه کمزورۍ لرالی
يش .د خانځاين ښامار د اېګو د ژوند او شخصيت په اړه غور له هر لوستونکي
رسه مرسته کوي چې خپلو روحي کمزوريو ته يې ال ښه پام يش او ځان البهرته
وپېژين.
30
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دی.
اکرثه په ځان میني کسان دې ته ورته هيلې لري .که د دوی د ګټې ،مقصد يا
نظريې په خاطر د وينو سېالبونه هم وبهيږي پروا نه کوي .اېګو د ښار د نيولو
په ورځ ښاريانو ته په وينا کې وويل:
« زه خو (زه) يم ،زه اېګو يم
درست نړۍ کې پهلوان يم
لوی فاتح د ټول جنګونو د جهان يم
له دې وروسته ستاسو ښار زما تابع دی
تاسې ټول د قهرمان تر فرمان الندې
که هرڅوک زما فرمان ته غاړه نه ږدي
نو سزا به يې په دې دم او په هر دم
هم په دې نېزه وژل وي ،څريول وي» ( ۳۰مخ)
اېګو په وژلو کې مشکل نه ويني ،ځکه ځان تر نورو بر احساسوي ،لکه دی
چې انسان وي او نور خلک مچان.
ځانځاين ښامار
د ماڼۍ د تل بنديانو پر ده داسې اواز وکړ:
« تا به ويلې
زه مرکز د ټول جهان يم
موږ باور کړ
تا به ويلې
زه واکداره هم د ځمکې د اسامن يم
موږ منله» ( ۹۱مخ )
ځانځاين ښامار
بنيادم نارسيسیزم د ټولنې د منلو وړ وي.
ځانځاين ښامار
پوهاند مجروح د غرڅنۍ په اړه ليکي چې «:ازاده او بې ګناه مينه او محبت .د
استبداد لوی دښمن ازادي بې ګناهي او مينه ده».
دغرڅنۍ په قتل کې دوې نورې معناوې هم شته .مستبد واکمن د خپلې
واکمنۍ لومړۍ ورځ ځکه په قتل پيل کړه چې نور ووېروي .د لرغوين چني
يوه حکيم وييل دي :يو کس ووژنه ،لس زره کسه ووېروه!
بله دا چې د غرڅنۍ وژل د ژوند د وژلو هڅه ده ،اېګو ولې ژوند وژين؟
ولې د ژوند له وژلو خوند اخيل؟ ځکه د قدرت د احساسولو اوج هغه وخت
دی چې واکمن په ژوند هم واکمن يش .په دې بې روحه جهان کې ژوند
يوازينی شی دی چې د ودې ،د مستۍ ،د غوړېدو او د رسغړاوي خاصيت لري،
نو لوی قدرت خو هغه دی چې دغه لوی باغي اېل کړي ،ويې ځپي او تس
نس يې کړي .اېګو که د ژوند د ساتلو خربه هم کوي منظور يې دا دی چې په
ژوند باندې کنټرول بايد د ده په الس کې وي.
34
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
په فکر کې دی ،دی په ټول کتاب کې د ځان په اړه غږيږي او د ځان په اړه
فکر کوي .د اېګو دا ځانګړنه د هر هغه کس ځانګړنه ده چې په ځان ډېر ميین
وي.
دا ټول د دفاعي حالت منظرې دي .د اېګو حکومت د پخواين شوروي اتحاد
د حکومت غوندې همېشه فکر کوي چې دنيا يې له غليامنو ډکه ده .دغه
حالت د هغو کسانو هم وي چې له ځان رسه افراطي مينه لري .دوی ته ژوند له
نورو رسه کشمکش ښکاري؛ ګومان کوي له توطيو او دسيسو رسه مخامخ دي.
د صدام حسین د ژوند په اړه يوه رپورټ کې مې ولوستل چې تر زوکړې دمخه
35
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
يې پالر ومړ .دوه کلن و چې مور يې مېړه وکړ ،دی يې له ځانه بېل کړ .په
راوروسته موده کې به صدام له ځان رسه يوه اوسپنه ګرځوله؛ ويل به يې د
کوڅې سپي ورباندې وهم.
د فرويډ له ارواپوهنې رسه سم که له ماشوم رسه مناسب چلند ونه يش ،د
شخصيت د ودې بهري يې ګډوډيږي او د دې په ځای چې له نورو رسه مينه
پيدا کړي له ځان رسه يې مينه زياتيږي .په ځان کې الهو کېدل له نورو د بېلېدو
او د بدګومانيو د زياتېدو سبب ګرځي.
36
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
براليس و اويس.
ځانځاين ښامار
غالمۍ د بادارۍ چل
په دې ښار کې نه هېڅوک د چا مريي و نه بادار و
وينځه نه وه ،يب يب نه وه ،فرماندار نه
فرمانداره حقيقي په هغه ملک کې
يک يوازې ماشومان وو
ځکه،ځکه خلکو داشانې باور و
چې کوچنيان له طبیعت رسه نژدې دي
د عامل پټ،پټ رمزونو نه خرب دي
رښتيا هم چې ماشومان به پوهېدل ښه
په خربو د مرغانو ځناورو
د دښتو ،غرونو رغونو
دريابونو ،ځنګلونو
ارواګانو رسه اشنا وو
دوی خرب وو چې پرته ده چېرته پټه
توره سمڅه هيبتناکه ناپايانه
رمز ارسار د مغارې ورته معلوم وو
نو دا ځکه په مهم،مهم کارو کې
د کوچنيانو نظريې ته درناوی و” ( ۴۸مخ )
کله چې شاعر د طبقاتو د نشتوايل خربه کوي نو لومړنی انسان راياديږي چې
تر ځانپايل عقل يې له فطرت او چاپېريال رسه اشنا احساس ته ډېر اهميت
ورکاوه .بې وينځې ،بې باداره دنيا په خپله د ماشوم دنيا هم بللی شو چې عقل
يې د پاک احساس مرشي مني او نظريې ته يې درناوی کوي.
د عيسی عليه السالم دا جمله مشهوره ده چې د اسامن ملکوت ته د رسېدو له
38
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
پاره پکار ده يو ځل بيا ماشومان شئ.
مجنون د چني او جاپان د عارفانو په څېر د طبیعت او روحانيت فرق نه کوي
او خپل مقصود ورته په ونو او په غنو کې ښکاري .مجنون د ښار خلکو ته
وايي:
“ دغه پاڼه چې ښوريږي ،د سبا باد ته رپيږي
که اواز ته يې غوږ کېږدې
دا ملنه شني بخنه د ليال ده رشهار کا” ( ۱۵۸مخ)
واکمن ته ليال هم سپينې خربې وکړې ورته ويې ويل چې د دنياوالو رابطه
دررسه غوڅه شوې ده ،پخپله ماڼۍ کې به ايکې يوازې پاتې شې.
واکمن دې خربو ته په فکر کې شومګر واهمې اجازه ورنه کړه چې د خربو په
اصيل معنا ځان پوی کړي ،ځان يې غلط کړ ،ويې ويل ،دوی ليوين دي ،هسې
نه د لېونتوب په مرض نور خلک اخته کړي ،نو ويې شړل .د واکمن واهمه د
خپلې ماتې او ناکامۍ له احساسولو وه .په استبداد ځپلې ټولنه کې خلک له
واکمنه وېريږي خو د ګڼو کسانو نفس دا نه مني چې وېره احساس کړي ،نو
څه کوي؟ د زړه له تله مني چې د واکمن کارونه سم دي او په دې ډول د خپلې
39
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
وېرې او حقارت احساس ته چادري ور اغوندي .دا د نارسيسیزم يوه بله جلوه
ده.
هغه څوک چې برالسی وي او په ځان میني وي ،هغه د ځانځاين ښامار د اتل
غوندې د سوال ځواب عادت نه لري ،يعنې د بل نظر ته اهميت نه ورکوي،
خو هغه څوک چې په پياوړي دريځ کې نه وي او نارسيسیزم ځپلی وي ،هغه
40
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
بيا ممکن د بل خربه واوري ،مګر په مينه نه ،بلکې له مجبوريته.
ځينې په ځان میني ،خو ځريک سياستوال له نورو نظرغواړي ،د نورو خربو ته
رس خوځوي ،ورته موسکی موسکی کيږي .کله کله به سرتګې راوبايس،
وروځې به پاس کش کړي ،لکه ډېره با ارزښته خربه چې يې اورېدلې وي ،مګر
دا ټول متثيل وي .دوی يوازې له خپلو خربو ،خپلو نظرونو او خپلو مقصدونو
رسه دلچسپي لرالی يش.
41
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د لرګو رسونه يې الندې کړل چې کجريان ځمکې ته ستانه يش.
منرود که زورور نه وای ،دغه هوس به يې د بې شمېرو نور خلکو غوندې په
زړه کې پټ پاتې و .په ځان میني کسان هغه وخت ښه پېژنو چې قدرت په
ګوتو وريش.
خوشال بابا فرماييل دی:
چې د اور بڅري باد رسه رفيق يش
نـور هاله کا په ملکونو ملبې بلې
کوم وهمونه:
ماليان وايي په مړيو تل مازديګر وي ،معنا د مړيو زمانه والړه او په شېبه کې
ايساره وي ،يا په بله ژبه د مړيو په حال کې تغري نه راځي .قهرمان اېګو هم
وغوښتل په يوه حال پاتې يش ،تل برالسی واويس ،ځان په شېبه کې ايسار
کړي .څرنګه چې زمان په بدلون کې معنا مومي او ده په ځان کې د بدلون
راوستلو تصور ال نه خوښېده نو د واقعي زمان احساسول ورته ډېر مشکل شول،
وېره ورولوېده چې سهارونه،ماښامونه او غرمې به بيا رانه يش.
دغه راز هغه څوک چې ځان ډېر بر او په نورو حقداره ګڼي ،په نورو باندې
همېشه بدګومانه وي ،له نورو واهمه لري ،د اېګو غوندې د خپل نفس په ماڼۍ
کې يوازې اويس.
له بلې خوا څرنګه چې زموږ اتل د ژوند نورې ټولې غوښتنې د الشعور
42
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
بنديخانې ته استولې او له ايکې يوې هيلې(براليس) يې قربان کړې دي نو د ال
شعور له اړخه فشار احساسوي ،دا يې د وهمونو بل دليل دی.
د دوی رشاب بې مزې او د ټنګ ټکور وسايل مات ګوډ وو ،ځکه د ساز آلې
لوی راهب ماتې کړې وې او د زړو رشابو خمونه د واکمن په امر چپه شوي او
دړې وړې شوي وو .يوه مست پوښتنه وکړه چې واکمنان ولې له مستانو وېره
کوي ،الروي ځواب ورکړ:
“له مستانو نه ډار ځکه
چې مستۍ کې تل خطر پروت د راستۍ وي ۱۶۴(”.مخ)
43
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
يوه بل مست وويل چې راهبان ولې له مستۍ او ساز رسود رسه مخالفت کوي؟
د الروي (مجنون) ځواب دا و:
“هغه څوک چې هڅه کاندې
چې ژوندي د مرګ له خوند رسه اشنا کړي
نو دا هسې څوک هېڅ وخت زغمالی نه يش
چې يې ننوځي زړه ته
شور لذت د ژوندانه هم” (۱۶۵مخ )
مجنون دوی ته وويل چې ستاسې د زړه په کنډوالو کې توره اژدها ناسته ده .د
ازادۍ له پاره له هغې ځان خالص کړئ .په هغه شپه مستانو معنا دارې نا
اشناخربې واورېدې:
“دغه شپه عجيبه شپه وه
د لومړي کرت د پاره د دلربو مهرويانو شهالسرتګې
ځلېدې لکه چينې رڼې،رڼې د غرو رغونو” ( ۱۷۱مخ)
44
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
او يوه ورځ مجنون له جنازې رسه هديرې ته الړ ،د راهب له خربو وروسته يې
ښاريانو ته وويل:
“ستاسو پام ګرځول شوی دی نېستۍ ته
دا خو ځکه چې هستي يش درنه هېره
ستاسو زړونه هدېرې دي
پکې ښخې د امواتو خاطرې دي
دا خو ځکه
چې په زړه کې مو هېڅکله پيدا نه يش
د حيات رسه تړون کوم” ( ۱۷۷مخ )
په اېګو ځپلې ټولنه کې د فکرونو د وژلو هڅه روانه وي .د زور ،ظلم او جهل
په ستنو والړه ټولنه ،فکرونه نه بلکې چوکاټونه مني ،ځکه په واقعي فکر کې
نوښت وي ،خو استبداد کليشو ته اړتيا لري.
س ،مړينه:
په ځانځاين ښامار کې اصيل ټکو ته څو ځله اشاره کيږي .په دغو مهمو ټکو
کې د اېګو مړينه هم شامله ده چې د اول څرخ په پای کې يې په تفصيل رسه
بيان راغلی دی .د اېګو د مړينې رپورټ په دې خاطر هم اهميت لري چې د
دغسې کسانو په خټه کې د خدای کېدلو هوس اخښلی وي او يوازې مرګ
45
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دی چې دوی له خپل مقصده راګرځوي .که مرګ په منځ کې نه وای ډېرو
ديکتاتورانو او د ازادي غليامنو به ان په اوسنۍ زمانه کې د خدايي دعوه کړې
وای.
د قهرمان او د مرګ د استازې مالقات د کتاب يوه ډېره اثرناکه برخه ده چې
دلته يې خالصه لولئ:
د مرګ استازې يې ترالس نييس ور نه غواړي چې راځه ځو ،خو اېګو وېرېږي
ورته وايي زه دلته د ښار په څراغونو او دېوالونو کې خوښ یم.
استازې :اوس په ښار کې نه څراغونه شته نه اوسېدونکي.
اېګو (په زارۍ) :ما خو ال د ژوند خوند نه دی څکلی يو ځل فرصت راکړه چې
تېرو پړاوونو ته ورشم.
استازی :ته به همدا ګناهونه یو خل بیا وکړې ،په شاتګ درته ګټه نه کوي.
اېګو (په زارۍ) :له لرې يو اواز اورم ،يقني وکړه څوک مې وربويل څوک راته
څه پيغام لري!
استازې :دا اواز د مني د بې رحمه باد دی ،نورڅوک نشته چې و دې بويل ،زه
دې بومل.
اېګو :اخر دومره فرصت خو راکړه چې يو ځل د سیند غاړې ته الړ شم ،د شنه
اسامن څنډې وګورم!
استازې :تا پلونه ړنګ کړي او بېړۍ دې سېځلې دي،تاته رصف يوه الره پاتې
ده چې زه يې در ښيم ،زه به دې د ځان له جهنمه بچ کړم!
د اساطريو ژبه:
موږ له کومه راغيل يو؟ چېرته روان يو؟ دا ملر ،چې هره ورځ راخيږي دا څوک
دی؟ څه شی دی؟ سپوږمۍ چې کله ګرده يش ،کله نرۍ يش،بيا نه وي ،بيا
راپيدا يش ،دا څه کيسه ده؟پرسلی د بارانونو موسم دی ،د باران په موسم کې
46
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
تنا وي ،برېښنا وي ،وېروونکی اواز وي ،حريانونکې رڼا وي ،دا به څه وي؟
باران چې دنيا زرغونوي ،نعمتونه راوړي،اختيار خو به يې د برېښنا په الس کې
نه وي؟ موږ څه وکړوچې برېښنا خوشاله يش ،چې باران راکړي او تاوان را ونه
رسوي؟
دا د ځان او جهان په اړه د ډېرو پخوانو خلکو پوښتنې وې چې د تخيل په زور
يې ځوابونه ورته موندل .موږ د هغو ځوابونو ته ،چې معموالً د کيسو په بڼه وو،
اوس اساطري MYTHSوايو .موږ د اساطريو له زمانې ډېر لرې شوي یو .اوس
ډېر خلک په اسطورو يقني نه لري خو چې اسطوره واوري ،ممکن ژور اثر
ورباندې وکړي ،لکه د ماشومتوب د وخت يوه نخښه يا خاطره چې اثرناکه
وي .داسې ځکه کيږي چې برشبېخي ډېره موده ،په زرګونو کلونو ،له اساطريي
باورونو رسه ژوند کړی دی او اساطري يې احساس کړي دي.
د اسطوره پېژندونکيو په نظر زموږ اوسنی فکر او متدن هم د اسطورو او اديانو
تر ژور اثر الندې دی ،مثالً د شلمې پېړۍ نامتو اسطوره پېژندونکي مري
چااليادې وايي چې د خري او رش ترمنځ د جګړې اسطوره د پرولتاريا او
ښکېالکګرې طبقې د جګړې په ماکسيستي مفکوره کې وينو او يا په اوسنيو
ټولنو کې يوه ژغورونکي لېډر ته انتظار کول او د ټولو چارو د سمون مته ترې
لرل ،په اخره زمانه کې د موعود او منجي راتلو ته د انتظار کولو يوه بله بڼه ده.
موږ وايو :د غره رس ته وختم ،د درياب غاړې ته الړم ،ملر راوخوت .ګويا دغه
درې واړه مو ژوندي ګڼيل چې رس او غاړه لري ،او د راختلو فعل تررسه کوي.
ژبپوهان وايي په ژبه باندې د اساطريو ژور اغېز پروت دی .د ابتدايي عقيدو او
اساطريو يوه ځانګړنه دا ده چې په ګڼو بې روحه شيانو کې روح او انساين
حالت ويني.
د اساطريو دغه خصوصيت په ادبياتو کې ژوندی دی .شاعر له هر بې روحه
يش رسه خربې کوي.
47
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
يو هغه کس چې پر ادبياتو يې اسطورو د اغېزې په اړه څېړنه وکړه ،کاناډايي
عامل نور تروپ فرای ( ) ۱۹۱۲ – ۱۹۹۱و .د ده په نظر اساطري د ادبياتو بنياد او
رسچينه بللی شو .دا هم د فرای وينا ده چې د يوه ښه ،خواږه ،پخواين وخت
له ګوتو وتل هغه اسطوره ده چې د اديب اثارو اصيل مضمون جوړوي(.تېرې
شولې ورځې د خندا -يوه سندره) دغه مضمون په ځانځاين ښامار کې هم ډېر
وينو .يو وخت ښار اباد،وطن ښېراز او خلک خوشحال وو .دغه راز د اېګو د
ژوند په داستان کې لولو:
“ نو زموږه قهرمان هم
د ژوندون د سیند له غاړې نه جدا شو
لکه هغه سیند چې نه راګرځېدای يش ،نه په شا
دوباره تالی يش
قهرمان هم بيا ونه کړی شول چې ستون يش
د ژوندون د چينې لور ته” ( ۵۶مخ )
لکه څنګه چې موسمونه راڅرخي ،ژوند هم وروسته له مرګه بيا راستنيږي .دغه
اساطیري مضمون د پوهاند مجروح په دې اثر کې بیا بیا وینو .ښامار مري او
دوباره زيږي ،مځکې شاړې کړيږي او بيا زرغونيږي .پوهاند مجروح شايد
همدې مضمون ته په پام رسه د اول څرخ او دوهم څرخ عنوانونه غوره کړي
وي.
د ځانځاين ښامار د اول چاپ په پښتۍ باندې مارډوله(ښامار) ځناور وينو چې
کړۍ کړۍ پروت دی ،خپله لکۍ يې په خوله کې ده ،يعنې خپل ځان خوري.
هغه مار چې په خپله لکۍ باندې خوله لګوي او د ځان له خوړلو دوباره زيږي،
اساطريي تصور دی .د پوهاند مجروح د کتاب ښامار د وګړي په زړه کې پيدا
کيږي او وګړي خوري يا په بله ژبه ځان خوري او دوباره زيږي.
48
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د ښامار په اړه ويل کيږي چې لومړي غري متمدن ،ځناور خويه انسان ،يو څه
له خطرناکو ځناورو د وېرې په خاطر او يو څه د خپل وحيش او قاتل خوی په
وجه په خيال کې ښامار جوړ کړ او د هغه عبادت يې وکاوه خو کله چې انسان
يو څه مهذب او متمدن شو بيا يې په خپلو ګڼو کيسو او نکلونو کې د ښامار په
خالف د مقابلې ميدان ته غرييت ځوانان او زړور پهلوانان واستول.
په ميل هينداره کې لولو چې مومن خان په هندوستان کې يوه ورځ د زرګر په
دوکان ناست و ،که ګوري يو اوښ ترييږي ،په اوښ باندې يوه ښځه ناسته ده،
ښځه په لوړ اواز وايي:
ځوانانو ننګ راباندې وکړئ
پالر مې مغول دی ما ښامار لره لېږينه
مومن خان چې پوښتنه کوي ،پوهيږي چې له ښاره بهر په غره کې يو ښامار
دی چې باچا هره ورځ يوه ښځه او په ډوډۍ بار اوښ ور استوي .ښامار که دا
ونه خوري ،په ښار ګډيږي ،ټول تباه کوي.
مومن خان په اوښ پسې روانيږي ښامار وژين ،ښځه له مرګه بچوي .ښامار د
برش په تصور او ادب کې د ځمکې د مخ تر ګردو خطرناک موجود دی .ارشف
خان هجري وايي:
په دکن کې پاړو نشته چې مې دم کړي
زه خوړلی اژدها تورې بال يم
لوی راهب( په ځانځاين ښامار کې) د ښامار انځور داسې بايس:
“دی مار نه و ځکه ده لرل څانګونه
مرغه نه و ځکه ده لرله خوله اوږده غاښونه
ابوالهول ته ورته نه و
ابوالهول خو کړي پوښتنې له انسانه
چې هرڅوک به الجواب شو نو خوراک به د بال شو
49
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ده پوښتنې نه کولې
سوال ځواب يې عادت نه و” ( ۳۷مخ)
البته دغه بال د يوه انسان په بڼه هم انځور شوې ده ،خو داسې:
“ دېو مزاجی دېوپيکری ،دېو انسان و”
په عرفان او تصوف کې چې صويف د نفس له بال رسه په جګړه بوخت وي،
نفس ډېر ځله ښامار بلل شوی دی ،مال ارزاين خوېشکی وايي:
دا نوسک يو لوی اژدر دی
په اووه سو زره رسه
هر رس يې پاس ترعرشه
کښته تېر تر تحت الرثه
په پښتو ادب کې نفس ته نفسک ،نوس او نوسک هم ويل شوي دي .لوی
راهب د ښامار په باره کې وايي “ :که يو رسبه ترې جدا شو
نو لس لس رسونه نور راشنه کېدل تل” ( ۳۷مخ)
50
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د اساطريو په بحث کې يو ډېر مهم کس انګرېز عامل رسجېمز فريزر( sir
)James Frazer 1941-1945دی چې په دې برخه کې ډېر مشهور کتاب
(زرینه څانګه )The Golden Bough،یی اول ځل په ۱۸۹۰کې خپور شو .په
دغه کتاب کې د ابتدايي خلکو په عقيدو بحث شوی دی .فريزر د انسان د
ابتدايي باورونو او اسطورو له ژورې څېړنې دا نتيجه واخيسته چې د اساطريو
موضوع تر ډېره حده د ځمکې له ښېرازۍ رسه اړونده ده .د بېلو،بېلو قومونو په
اسطورو کې ګڼ خدايان د حاصالتو له ډېرېدو ،له کروندو ،له باران ،له
درمندونو ،له سیندونو ،له لو و لور او نورو زراعتي موضوعاتو رسه تعلق لري.
د محبت الهې د حکومت په وخت سیندونه له اوبو ډک وي ،ځمکه ښېرازه
وي ،دنيا شنه و ښايسته وي .د محبت الهه د پرسيل او رسسبزي الهه هم بلل
شوې ده .شني کميسې ليال د طبیعت د ځوانېدو ،د پرسيل د راتلو ،د بوټو د
زرغونېدو او د حاصالتو د زياتېدو سیمبول ده.
“اوومه ګنبده” د دروېش راين( په ناورين پسې ناورين) کتاب کې د يو منظوم
داستان نوم دی .د داستان اصيل موضوع دا ده چې خلکو عقيده لرله
چې پاچا زوړ او کمزوری يش ،ختمول يې په کار دي ،ځکه کله چې پاچا په
صورت روغ او ځوان وي:
بيا نو مځکه زيايت وچه نه پاتيږي
بالربه کيږي په بيا بيا او ځنې زيږي
تاندې ونې ،زرغونه واښه او بوټي
51
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
تر پخوا هر ژوندی رسی زيات ژوندی وي
دغه موضوع چې په ادب کې يې ډېر مثالونه موندلی شو ،له اساطريو رسچينه
اخيل .که پاچا او واکمن بد وي ،د قام حال به خراب وي .د شکسپري په ډرامه
کې د هاملټ د زمانې د ډمنارک حال ځکه خراب دی چې پاچا يې ښه سړی
نه دی .د لرغوين يونان د اډيپوس په تراژيدي کې په تبس ( )Thebesښار کې
ځکه وبا لګېدلې ده چې واکمن يې ،اډيپوس ،يوه لويه ګناه کړې ده .په
ځانځاين ښامار کې هم د اېګو له واکمنۍ رسه په ښار کې مرضونه خپرېږي.
الروي په ميخانه کې مستانو ته وويل چې د زړه په کنډوالو کې پروت ښامار
بهر راوباسئ او بيا:
“ بيا حالل دغه ښامار کړئ
د ښامار وينې بيا توی کړئ
په دې سيمه په دې خاورو
ځکه ،ځکه
طبیعت ستاسو نه غواړي قرباين اوس
لويه سخته قرباين هم
قرباين د تور ښامار مار
دا دښتونه ،وچ ډاګونه ،جل وهيل ځنګلونه
خزان شوي چمنونه
واړه تندې دي ځپيل ،سختې تندې
بس يوه تنده
د ښامار د وينو تنده
نو به هله د دې دښت ځمکه ملده يش
ناشنابوټي به له دې منناکو خاورو کړي رس پورته
52
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
شني کميس به يې په تن وي” ( ۱۷۰مخ )
53
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ميخانه ،مرګ و ژوند او ګڼې نورې متضادې جوړې موندلی شو.
د سکندر خټک په ليال و مجنون کې (چې ارواښاد دوست شينواري تصحيح
کړی دی) يوه بدرنګه بوډۍ مجنون ته خرب ورکوي چې ليال يې واده کړه:
ښځې ووې هېڅ خرب يې لېونيه
د ليال په غم کې سويه سپېلنيه
چې ليال پرون واده الړه سوره شوه
په تا شپه شوه دا ډېوه د بل کره شوه
بل ځل بله يو سلوپنځه کلنه بوډۍ مجنون ته د ليال د مرګ خرب ورکوي:
لـيال ستا له غمه الړه شوه ترګوره
که دې نه يش باور دا دی ګور يې ګوره
مجنون د دې خرب له اورېدو وروسته مري.
په ګڼو پخوانو نکلونو او اساطريو کې بدرنګه زړه بوډۍ د مرګ او بدمرغۍ
سبب ګرځي .دغسې بوډۍ د اېګو د مرګ استازې هم ده چې “ تور کميس،
تور يې پرتوګ ،تور يې زړوکی د لوګي و” ځينې ليکوال د جزیياتو
انځورولو ته اهميت ورکوي ،روښانه غږيږي،ځينې نور ابهام خوښوي او
رازناکه حالت وړاندې کوي .دا وروستی طرز د غيبي خربونو،پېش ګويانو او
وېروونکيو پيغامونو د بيان له پاره مناسب دي .ځانځاين ښامار په همدې سبک
ليکل شوی دی او د اساطريي متونو غوندې يې د برش د ژوند ډېر اصيل
مضامني د راز او ابهام په پرده کې په سموليک او غريمستقيم انداز بيان کړي
دي.
د ځينو کسانو په اند ،اساطري د پخوانو خلکو ګډې وډې خربې او د هغوی د
وېرو ،وهمونو ،خيالونو بېوزلۍ ،نهيلۍ او ناخربۍ زېږنده دي ،مګر ځينې نور
کسان په اساطريو کې د زرګونو کلونو ژوره انساين تجربه او په سیمبوليکه ژبه
54
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ډېره بنيادي معنا ويني.
الروی وايي:
“ زه حريان يم
ښاريان ولې نه بوږنېږي ،نه ويښيږي ؟
ولې نه اوري د ويښ زړه په غوږونو
پيغامونه پټ پراته په افسانو کې” ( ۱۹مخ )
کله چې پيغام پټ يعنې سبک مرموز او مبهم وي ،هر لوستونکی د خپل ذوق،
پوهې او تجربې مطابق له پيغامه بېله معنا اخيل .د اساطريو په اړه يوه نظريه دا
ده چې د موسيقي په څېر د معنا د معلومولو کار پکې د
اورېدونکي(اخيستونکي) په غاړه دی ،حال دا چې په ځينو نورو ليکنو ،مثالً
مقاله کې ،دا ليکونکی (لېږدوونکی) دی چې معنا ټاکي .هغه منت چې
لوستونکی يې د معنا په ټاکلو کې نسبتا ً ډېره برخه اخيل ،د پېش ګويي قدرت
يې ډېر وي .دغسې منت بيا (ګډې وډې خربې) نه شو بللی .پوهاند مجروح
اسطورو ته په همدې سرتګه ګوري او په خپل اثر کې ورنه ښه ډېره استفاده
کوي.
د ځانځاين ښامار کابو ټول تصويرونه يوه پخوانۍ زمانه را احساسوي ،هغه
زمانه چې خلکو يې په اساطريو کلک باور درلود.
ځانځاين ښامار
او:
تږی وږی ،شونډې وچې ،پټ په دوړو
اخر ورسېد خپل ښار ته
ب /د صفت او موصوف د ځای بدلولو ځانګړنه پکې زياته ده:
مثالً ،هغې ښکلې په هغې خړه تياره کې د ماښام تور.
يا :جوړاوه يې د ښار ګردچاپېر دېوال لوړ.
ج /د تکرير له بديعي صنعته ډېره استفاده شوې ده ،يعنې په جمله کې د کلمې
تکرار وينو :مثالونه:
رنګ يې تور و لکه زړه د تورې شپې تور
يا:
په بې الرو خطا الرو يم راغلی.
دال /کله کله د اضافت دال حذف شوی دی ،لکه دلته د جملې د رس دال:
قهرمان د ازادۍ معنا هم دا وه.
ه /په دې اثر کې ځينې داسې سيمه ييز لغتونه استعامل شوي چې په عامه پښتو
کې نشته او په دې ډول د ليکنۍ ژبې زېرمه وررسه بډايه شوې ده ،مثالونه:
منډوګي ،ګوردمه
56
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دغه راز که د کتاب په عنوان کې د ( ځانځاين) په ځای د زه ويل ،ځانويل،
انانيت يا ځان ماري غوندې کلمه وای ،مفهوم به ال ښه رسېدلی و.
که له ادبياتو مقصد دا وي چې ژوند ال ښه وپېژنو ،ځانځاين ښامار همدې
مقصد ته د رسېدو په نيت ليکل شوی دی .ما دغه اثر څو ځله لوستی دی او
هر ځل مې احساس کړی چې له ژوند رسه ال ډېر بلد شوی يم.
پوهاند ډاکټر مجروح د علم النفس عامل او په نوې او زړې فلسفې خرب اديب
دی .د ده ذوق او پوهې پر لوستونکي ډېر څه لورويل دي.
57
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د ليكونيك له خوا
ځانځاين ښامار
"ځانځاين ښامار" په منځ كې ځينې مهم ترپريونه هم شته .د محتوياتو له پلوه
په "اژدها" كې ځينې مطالب شته چې په "ځانځاين ښامار" كې حذف شوي
دي ،يا په ډېر اختصار بيان شوي دي او ځينې نوي مطالب په پښتو كې راغيل
دي چې په دري كې نشته.
د شكل ياتو له پلوه" ،اژدهاي خودي" په دري كالسيك ساده نرث ليكل شوى
دى او په پښتو كې د "ښامار" د مطالبو د بيان د پاره ،د پښتوژبې د اصيلې
روحيې رسه سم يو خاص قالب او نوى چوكاټ جوړ شوى دى .د "ځانځاين
ښامار" ژبه نه نرث دى ،ځكه چې وزن لري ،او نه نظم دى ،ځكه چې د قافيو او
رد يفونو مراعات پكې نه دى شوى او نوى شعر ورته ويالى شو ،مګر دا
چوكاټ د اوسنيو نويو شعرونو تقليد نه دى ،بلكې د دې چوكاټ په جوړښت
كې د پښتو د شفاهي ادب د ځينې اشكالو څخه او د پښتو د ليكيل ادب د
ځينې زړو نرثونو څخه الهام اخيستل شوى دى ،په دې شان د " ښامار" سبك
داسې يو سبك دى چى هم د اوسنۍ نړۍ د نوي شعر بڼه لري او هم د پښتو
ژبې په شفاهي او ليكيل ادب كې پخې ريښې لري او كه څوك د ټكو خج او
د عباراتو صحيح تلفظ ته دقت وكړي ،نو دا مجموعه به رس تر پايه د يوه ساده
روان او ازاد شعر په شان ولوستالى يش ،ځكه هڅه شوې ده چې په عبارتونو
كې هېڅ سكتګي نه وي او هره جمله يا په ( )۴يا په ( )۸يا په ( )۱۲او يا په
( )۱۶سېالبونو درېږي .د ښامار د سندرې اصيل او بنيادي وزن ،څلور سياليب
موزونه جمله ده چې بيا څلور څلور سيالبه پرې اچول كېږي چې كله ترې اته
سياليب كله دوولس سياليب او كله هم شپاړس سياليب جمله جوړېږي.
دا وزن ،چې ليكوال ورته اوس "د ښامار سبك" وايي ،د پښتو ژبې يوه پياوړي
اديب او شاعر دومره خوښ كړ چې په همدې يې يوه قطعه اوږد شعر ووايه.
ښاغيل بينوا "د ښامار" په وزن " د كلو رنځور" ترعنوان الندې يو شعر چاپ
كړى دى چې داسې رشوع كېږي:
59
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ها خوا دې خوا۴( ،سيالبه)
غځيديل هسك دنګ غرونه ( ۸سيالبه)
ښكلوي د اسامن شونډې ( ۸سيالبه)
په رسو يې پګې سپينې سپينې واورې ( ۱۲سيالبه)
پټ په زړو كې يې لعلونه ( ۸سيالبه)
شنې تالې شنې يې ملنې وي د رسو غاټولو ډكې( ۱۶سيالبه)
د ښامار سندره:
د ليكونيك په نظر ،په دې اثر باندې اوږدو مقدمايت خربو ته رضورت نشته،
ځكه د كتاب منت پخپله خپل حال بيانوي ،خو بيا هم د لوستونكو دڅه اسانتيا
دپاره دمنت په اصيل مطالبو يو څو لنډې خربې به بدې نه وي.
"ځانځاين ښامار" د انساين ژور طبيعت د مترد او عصيان بيان دى او دا واقعيت
درې جال اړخونه لري :يو يې نفيس انفرادي اړخ دى ،بل يې اجتامعي او
سيايس اړخ دى او درېيم د دې دواړو اړخونو تركيب دى او هغه د انساين
موجوديت فلسفي معنى ده .نو اوس دا پوښتنه پيدا كېږي چې د داسې انساين
درې اړخيز واقعيت د بيان د پاره به كومه ژبه او كوم راز كالم مناسب وي؟ د
دې پوښتنې ځواب به دا وي چې د دې بيان د پاره دوه الرې شته :يوه هغه الر
ه چې دا درې اړخه جال جال وڅېړل يش او د يوه علمي تحلييل كالم په كمك
او د علمي دقيقو مفاهيمو په وسيله بيان يش او بل به يو داسې تركيبي كالم وي
چې عني مضمون او عني بيان دغه درې معناګانې په ځان كې ځاى كړى يش
او درې واړه معناګانې په يو آن بيان كړى يش .دا كالم شعري تركيبي كالم دى
چې د سمبولونو او رمزونو څخه كاراخيل .د رښتيني شعري كالم ارزښت او
عمق په سمبولیسم كې دى .په يوناين ژبه كې د سمبول لغوي معنى غونډول
60
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
او يو ځاى كول دي .سمبول هغه دى چې په يوه لفظ يا يوه مضمون كې
معناګانې ځايوي او يو مفهوم په بشپړه او كامله معنى را اخيل ،ظاهري معنى
باطني معنى له ځان رسه را كاږي او باطني معنى په ظاهري معنى كې تجسم
كوي ،د مثال په توګه د كتاب په منت كې د "ښار" يا د "دشت او صحرا" مفاهيم
راغيل دي او په بشپړه سمبويل معنى را اخيستل شوي دي ،له "ښار" څخه مراد
پخپله "ښار" يعني دخلكو مرتاكمه ټولنه ده او هم ټولنيز ژوند او اجتامعي
روابط او هم د دې ژوند او روابطو تاثري او شورماشور د انسان په ذهن او نفس
كې ترې مراد دى .همداشان "دشت او صحرا" پخپله دغه محسوس واقعيت
دى او هم د يوه وچ بې حاصله فكر او ديو بې درده ذهن معنى ترې را
والړېږي.
په دې مجموعه كې دا شان شعري كالم سمبويل كالم غوره شوى دى ،نه كوم
علمي تحلييل او ترشيحي كالم (*) او د دې په ځاى ،چې پر دې موضوع
باندې درې ډوله جال مفصلې رسالې وليكل يش ،يواځې يوه شعري قطعه
وويل شوه.
كه وغواړو چې دا مجموعه له يو بل څه رسمقايسه كړو ،نو وبه وايو ،چې دا اثر
د كومې علمي او تخنييك آلې رسه شباهت نه لري ،بلكې د موسيقۍ آالتو ته
زيات ورته دى ،ځكه دلته هڅه شوې ده چې هره پارچه او هره جمله د رباب
يا ستار د پردو په شان وي ،چې كله څلورمه پرده وښورول يش ،نو امته او
دوولسمه پرده هم وررسه ښوري .كله چې كوم نفيس واقعيت په شعري پريايه
كې بيان يش ،دا مطلب فوري خپله اجتامعي او سيايس معنى راسپړي او دا
دواړه بيا د انساين موجوديت فلسفي معنى ته ګذر كوي .همدا شان هڅه شوې
ده چې د داستان تسلسل هم رستر پايه د رباب يا ستار د پردو په شان برابر يش.
كه لوستونيك د دې اثر په لومړي وار لوستو ستړى نيش او دوهم او درېيم وار
پرې نظر واچوي ،نو ور معلومه به يش چې هر مطلب ،چې په هر څرخ او پړاو
61
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
كې بيانېږي ،دا مطلب په نورو څرخونو او پړاوونو كې څو څو وارې په نورو
بڼو او پريايو كې انعكاس كوي ،نو ځكه د دې مجموعې يو وار لوستل به لكه
د رباب د آلې رسه لومړۍ اشنايي وي ،يواځې په دوهم او درېيم وار لوستو رسه
به په پردو باندې ګوتې اېښودل ممكن يش او د ښامار سندره به معنى پيدا كړى
يش.
د ښامار (پيغام):
د ښامار د سندرې لنډ مطلب په دې شان دى:
د دې داستان قهرمان د "نيمو شپو الروى" دى .دا ځكه چې په تورو تورو شپو
كې مزلې كوي او غواړي ،چې رڼا ته ،يعنې دانساين ژوند رښتينې معنى ته ځان
ورسوي .دا حقيقي معنى هغه درياب دى چې غاړې يې له انسان څخه وركې
شوې دي او د معنى د دغه رڼا ساحل ته ور رسېدل ،لكه د پريانو هېواد ته
رسېدل دي .ډېر اوږده سخت مزلونه غواړي او له ډېرو پړاوونو او مرحلو څخه
تېريدل په كار دي.
د دې معنى د پيدا كولو د پاره ،د داستان "الروى" په لومړي قدم كې ځان
تجريدوي .د ښار يعنې د ټولنيز ژوند څخه وځي او په دې مقصد چې د ځان
او جهان په معنى پوه يش ،په ځان كې ننوځي او ګوري چې په سپېرو دښتو او
وچو بيابانونو كې مزلې كوي .دا وچ او اغزن ډاګونه د ده ذهني او روحي جهان
دى.
دلته "الروي" ته دا پوښتنه پيدا كېږي چې د دې آفت علت به څه وي؟ بيا په
هغه دښته كې زړې ،خرابې او كنډوالې ويني او ددغه وران شوي ښار له داستانه
خربېږي ،د افت علت ورته معلومېږي او پوهېږي چې هم د انسان په فردي
نفس كې او هم د ټولنې په نفس كې داسې يوه توره بال راپورته كېږي او داسې
62
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
يو ښامار پرې مسلط كېږي چې د زړه او ذهن ابادۍ ړنګوي ،د ژوندون چينه
وچوي ،د ژوند معنى وركوي او په ټولنه كې ترې داسې استبداد راوالړيږي
چې انساين رښتيني ارزښتونه له منځه وړي ،انسان خوري او ښار يعنې ټولنه
ورانوي او كنډوالې ترې جوړوي .دا بال او آفت د ځانځانۍ ښامار يعنې پخپل
ځان مني ،خود پرسته شعور دى .الروى د دې بال متاشه كوي او ويني چې
ښار څرنګه ورو ورو ړنګېږي او آخر د مرګ په خوب بيدېږي.
په دوهم څرخ كې "د نيمو شپو الروي" ته دا پوښتنه پيدا كېږي چې دا بال
يعنې ځانځاين ښامار يا په ځان مني خود پرسته شعور څرنګه را والړېږي او له
كومه راځي؟ د دې علت د موندلو د پاره ،الروى يو بل ګران سفر كوي او د
الشعور د سمڅې تل ته كوزېږي او ورمعلومېږي ،چې دا ځانځاين بال د بل
كوم ځايه نه راځي ،بلكې د انسان د خپل ذهن او ال شعور له ژورو څخه را
پورته كېږي او انسان يې پخپل الس پر ځان مسلطوي .كوم وخت چې الروى
د ژوند له دې لوى رمز څخه پرده پورته كوي ،نو په دې نيت چې د ښار خلكو
ته حقيقت بيان كړي او د ښامار دبيا راتلو څخه يې خرب كړي ،نو په بيړه بيړه
ښار ته ستنېږي ،كله چې هلته رسېږي ،نو ګوري چې ناوخته شوې ده او ښامار
د يوه ظامل او مستبد فرماندار په بڼه په ښار حكم چلوي او له ښار څخه يې يوه
بدبخته نا انسانه ټولنه جوړه كړې ده .الروى په خربو پيل كوي او خلكو ته
حقايق بيانوي ،خو خلك ور پورې خاندي او مجنون او لېوىن ورته وايي.
الروى په ښار كې ګرځي او متاشه كوي چې څرنګه ښار ورو ورو ړنګېږي،
انسانان تباه كېږي او اخر هر څه يو ځل بيا دمرګ په خوب بيدېږي او بيا له
دې نه وروسته الروى څه كوي؟ د دې پوښتنې ځواب به لوستونيك د كتاب
په منت كې پيدا كړي.
63
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
64
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
او دا ځانځاين ښامار هم د حكيم سنايي د دغې عظيمې هڅې او بې سارې
پلټنې يوه كوچنۍ ادامه ده او په يوه بله شعري او روحي بڼه كې او په نورو
اجتامعي او فلسفي ابعادو كې .دلته هم د ښامار پر ضد دغه سرت ژور بغاوت
را والړ شوى دى او دغه لويه سخته مبارزه روانه ده.
هيله ده چې پښتانه لوستونيك به د حكيم سنايي غزنوي د لوى انساين پيغام
درناوى وكړي او د دې ښامار كوچنۍ سندره به د زړه په غوږونو واوري.
(*) د داسې علمي تحلييل كالم مثال په پښتو ژبه كې د ليكونىك اثر د جرب او اختيار ديالكتيك دى
چې د انساين واقعيت د نفيس ،اجتامعي او فلسفي اړخونو باندې جال جال بحث كوي.
65
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ځانځاين ښامار
66
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
67
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
پرولوګ
د ورك سمندر غاړې
داسې وايي:
چېرته لرې يو لوى ښار و
اوازه يې د ښايست خپره هر لوري
په دې ښار كې اوسيده يو لوى سړى هم ۱
د ولس په هوښيارانو كې هوښيار و
سوچ وهل فكر كول يې كسب او كار و
د جهان او ژوند رمزونه لټول ده
په دفرتو ،په اوراقو ،كتابو كې
يوه ورځ د ورځ يې دا شانتې بيان كړو:
"تر كوم وخته چې دا زمكه دا اسامن وي
تل دهر انسان دوزخ به بل انسان وي"
ګومان نه كړمه چې دا به حقيقت وي
ما ملكونه هېوادونه ډېر ليديل
68
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
په صحرا كې ما اوږدې مزلې كړې
ځينې ځينې حقايق مې دي مونديل
څو رښتيا رښتيا خربې مې راوړې
يوه دا چې:
دا ژوند څه دى؟
يو مرموزه سمندر دى
خو ددې سمندر غاړې پورې الر شته
او ددې الرې لومړى پړاو دوزخ دى
بله دا چې:
جهنم نه چريته لرې دى نه پټ په بل جهان كې
جهنم د هر انسان دى هر انسان ته پخپل ځان كې
د دوزخ په لور سفر دى
ځانځانۍ ته ستنېدل تل
راشه واوره اوس ددې سفر داستان ته
69
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
بيابان و ،تروږمۍ وه ،توره شپه وه
خو له مارسه دننه يوه ډيوه وه بليدله
دا ډيوه د تري وختونو خاطره وه
انسانان مې ال ليدل د خيال په سرتګو
دغمجنو فريادونه ،ډك له قهره اوازونه
غږ د مينې محبت مې ال ترغوږ و
ماشومان مې له نظره تېرېدل چې،
د كمر په رس روان وو
دسيند غاړې منډوګي ته كوزېدل ټول
غونډول يې سيندين ځالنده كاڼي
لوړ برجونه يې د شګو جوړول بيا
هى ټوپونه الندې كول وو
تښتېدل وو ځغليدل وو
شور او زوږ و
زيړى ملر د مازيګر مې تر نظر و
چې رمې به له دښتو راستنېدلې
شني غبار به يې تر شا پورته كېدلو
تنورونه به په هره خوا ملبه شول
تور لوګي به يې تر اسامنه تاوېدل
جنكۍ وې له ګودره را روانې
شڼېدلې ،مستې مستې خرامانې
70
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
په دې شانې په هغې تورتم صحرا كې،
پټه پټه غلې غلې،
يوه رڼا شان دنيا ګۍ مې وه ملګرې،
د خپل خيال په لومه ګري وم.
په خپل ځان باندې كړۍ وړۍ چاپېر وم.
هى مزلې مې كولې
ځانځاين ښامار
غوړيدلې د اسامن تر كنارو خپره ملنه.
له كوم وخته چې جهان را پيدا شوى،
په ډبرو كې وچ شوى،
د يو خوړ كوږ ووږ بسرتو ۳
لوى لوى غرونه تور ديوان وو،
ساه نيويل په خپل ځاى باندې كلك شوي،
پټه خوله ساكت خاموشه،
يو د بل تر شا والړ وو منتظره
ښكارېدله ،كومه لويه حادثه وه را روانه،
وحشتناكه ،لړزوونكې ،نا خربه ،نابربه ،نا انسانه .۴
نږدې ما وته د سمڅې توره خوله وه،
ننوتې چريته لرې،
نا پايابه ،وركه وركه په ناشنا ناشنا تورتم كې.
دا عجيبه متاشه وه،
نا څاپي مې شوه له سرتګو پرده پورته،
د ښاريانو د ژوند رمز شو را برسېره،
انسانان ولې استوګنه په ښارو كړي؟
په برجونو ،ماڼۍ ګانو ،پخو پلنو ديوالو كې؟
آدمزايت جوړوي لوى لوى ښارونه،
له ښارو نه تاووي لوى ديوالونه
بيا دننه په كورو كې اقامت كړي،
بيا يو بل رسه په شخړو په جنګونو،
په نېكمرغه ژوندون شپې سبا كوينه.
72
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
له دې ژوند څخه مراد د انسان څه دى؟
هغه دا دى:
له دې دښت څخه ډېر لرې اوسېدل دي،
له دې تورو غرونو سرتګې پټول دي.
د تيارې تروږمۍ سمڅې هريول دي ۵
انسانان يوازې يو څه نه ډاريږي:
چې كوم وخت چېرته بهر الړ يش له ښاره،
بيا ناوخته يش ستا نه د ښار په لوري،
توره شپه وي ،تروږمۍ وي،
دروازې د ښار تړلې كلكې پورې ۶
73
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ژوندي كېږي لوى كنډونه ګړنګونه،
تور ديوان ترې نه جوړيږي.
د وچ رود كوږ ووږ بسرت هم،
را ژوندى يش اژدها يش ؛
بيا روان د دښت په لور يش،
كله كله هم نږدې ځي ،د ښار پورې دروازې ته ۷ " ...
دا كيسې ټول ماشومان په دقت اوري.
ځكه ځكه په معنى يې ښه پوهېږي.
او لويان ورباندې خاندي مسخرې كړي.
خو په زړه كې ښه بېرېږي پټ لړزېږي.
مګر زه ومه له هغه بيابانه،
راتېر شوى بې خربه له خطره .
د سهار په پلوشو كې،
چې ښه ځري شوم دې دنيا ته،
نو يو بل راز حقيقت راته ښكاره شو:
د ښار خلك يو پر بل دومره اخته دي،
يو د بل په ښو او بدو دومره بوخت دي،
چې بهر له ځايه نه ځي،
هيڅ نظر په جهان نه كړي.
خرب نه دي:
چې د دوى ښايسته ښار خو۸ ،
لوړ برجونو ،دېوالو رسه،
په دې دښت او بيابان كې ډېر كوچنى دى،
74
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ډېر نا څيزه،
يوه واحه ده په صحرا كې نامحدوده،
جزيره ده په درياب كې ناپايابه ۹
خرب نه دي:
كه توپان له ريګستانه را والړ يش،
كه دا بحر نا څاپي متالطم يش،
نو د سرتګو په يو رپ كې،
ښار حصار به پاتې نه وي،
هست او بود نيست او نابوده.
زما بېره وه له دې بې خربۍ نه،
له دې هسې بې غمۍ نه.
ډارېدمه:
چې يوه شپه د شپو به مړه وي چراغونه،
انسانان به ډوب پراته په خوب بيده وي،
ددې غار له ژور تل نه به راووځي.
د تور متو ارواګانې۱۰ ،
په دښتو باندې لښكرې،
او ترڅو چې سبا كېږي،
ښار به نه وي،
ترې به پاتې كنډوالې وي ،ويرانې وي.
رسه له دې هم،
د صحرا له توپانو مې بېره نه وه،
نه تشويش د سمندر لويو څپو نه.
75
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ډارېدم زه،
د خپل زړه په ژور تل كې:
له ښاماره ۱۱ .
له هغه عظيم ښاماره،
چې له دې سمڅې راووځي،
او بيا ځي د دښت په لوري،
بيا نږدې يش كيل ښار ته،
ښكار كوي د انسانانو.
زه حريان يم:
ښاريان ولې نه بوګنېږي ،نه ويښېږي؟
ولې نه اروي دويښ زړه په غوږونو
پيغامونه پټ پراته په افسانو كې؟
د دې سمڅې ژور تل نه،
يو پيغام را پورته كېږي.
خو د دوى ورته غوږونه كاڼه ښكاري
ارويديل به دوى نه وي؟
چې په تېرو زمانو كې يو لوى ښار و،
د ښاريانو له غفلته،
يو ښامار پرې مسلط شو،
چې خوراك يې انسانان وو.
د ښايسته ښار نه يې جوړه كنډواله كړه.
آدميان يې كړه دننه په خپل ځان كې.
ښار د مرګ په خوب بيده شو.
76
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
مګر زه اوس دورې پروت يم،
طوالين سفر مې كړى په چوپتيا كې.
انسانان دي لرې لرې.
له ښارو څخه يم دورې پريوتىل.
غږ مې چاته نه رسېږي له دې ځايه.
الروى د نيمو شپو يم.
د غار تورې خولې ته ناست يم.
هك حريان يم چې به څه كړم؟
د ښار خلكو ته به څه شان رسومه،
خپل پيغام اوس؟
------------------------------------------
-۱جان پول سارتر د فرانسې وجودي معارص فيلسوف.
-۱ښار يعني ګډ اجتامعي ژوند.
-۲يعني الشعور.
-۳د شعوري ذهن ساحه چې ځانځاين شعور پرې فرمان چلوىل دى.
-۴راتلونىك ذهن او روحي انقالب.
-۵يعني د حقيقت رسه نه مخامخ كيدل ،د الشعور څخه ډار.
-۶يعني د تجريد او يوازې واىل څخه ....
-۷د الشعور د محتوياتو انعكاس په قصو او فسانو كې.
-۸اجتامعي ژوند ،ټولنيز نظام او امنيت.
-۹د ژوند او مستۍ پراخه ساحه.
-۱۰اوهام او خرافات.
-۱۱ځانځاين ،په ځان میني خود پرسته شعور.
77
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
لومړى څرخ
تور ښامار د مرګ په لور ځي
78
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
79
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
لومړى پړاو
80
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
يو جنت خاورين خاورين
وايي :دلته پخوا ښكىل ښايسته ښار و ۲ ،
اوازه يې د ښايست خپره هر لوري.
سياحان به له دې ځايه تېرېدل تل،
شپه او ورځ به يې مزل كړو،
په ځنګلو ،په چمنو كې ،د سيندونو رود خانو په غاړه غاړه،
څرېدل به ګرځېدل به مست وحيش اسان هر خوا ته.
بې له ډاره ،بې له قيده،
غرڅنۍ به وې روانې ،شنو دښتو كې،
بيا به تللې نږدې ښار ته،
ماشومانو رسه يو ځاى لوبېدلې.
له سهاره تر ماښامه،
د توتيانو ،د بلبلو چغهار و په درو په رس درو سمسور باغو كې.
انسانانو ال زده نه و ،د پنجرو د جوړو چل.
ښار بې در بې دروازې و،
نه خندق ،نه كوم ديوال ترې نه چاپري و.
ښكيل ښكيل وو كورونه اباد شوي،
ګڼ باغو شنو چمنو كې.
لويې الرې هر خوا تللې،
سيند په غاړه شنو دښتو ګورو ځنګلو كې.
ځوانو پيغلو به دا ښار سمبالولو،
يا به ناستې د زملو رسه غېږ په غېږ وې،
سيند په غاړه په بيشو كې.
را ز و نياز د محبت و،
81
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ښكلول وو ،ځغلول وو.
او سپني ږيري مرشان به،
په ديرو كې ،د چنار سيوري ته ناست وو
تدبريونه ،مركې وې ،مشورې وې.
ماشومانو به شور زوږ كړو،
خړپېدل به په اوبو كې،
لوبېدل به يا د دښت دغرڅنو رسه.
ځانځاين ښامار
رښتيا هم چې ماشومان به پوهېدل ښه،
په خربو د مرغانو ځناورو،
د دښتو غرونو رغونو،
دريابونو ،ځنګلونو،
ارواګانو رسه اشنا وو،
دوى خرب وو چې پرته ده چېرته پټه،
توره سمڅه هيبتناكه ،ناپايانه.
رمز ارسار دمغارې ورته معلوم وو.
نو دا ځكه په مهم مهم كارو كې،
د كوچنيانو نظر يې ته درناوى و.
د كوچنيانو په مسالت به،
غټ كارونو كې تكل شو.
نو دا ځكه كله كله،
مرشان او ماشومان به غونډېدل ټول،
د چنار تر سيوري الندې په دېره كې،
په خندا خندا په لوبو،
غټې غټې فيصلې به شوې روانې.
83
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
او مرغان بوخت په چيغار وو،
ناڅاپي را والوتله،
يوه ترخه سړه سيلۍوه،
له دښتو له بيابانو را پاڅېدله،
د افق د كنارو نه،
تورې وريځې شوې راپورته.
څنګ چې ملر په پرېوتو شو،
نو له ورايه راښكاره شو،
يو ناشنا سړى په اس سپور.
اس يې تور ،جامې يې تورې۳ ،
پوالدي اوږده نېزه يې وه په الس كې،
ډال تر شا توره يې تر مال وه،
لينده غيش وررسه وو،
هم په رس يې يوه خوله پوالدينه،
پرې څېره د اژدها نقش.
را روان و ،را روان و،
د ښار لويې دروازې ته رانژدې شو.
له نژدې څريه بل شان وه:
دواړه سرتګې يې د وينوكټوري وو،
مخ برشې نه يې غضب ملبې ملبې خوت،
دېو مزاجى ،دېو پيكری ،دېو انسان و،
را روان و ،راروان و.
ښځي ،نر ،زاړه ،ځوانان هم،
ماشومان ټول،
84
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
رابهر شولو له ښاره،
د ناشنا سپور متاشې ته.
تور لبايس سپور نېزه كړه خپله پورته.
جګ اواز يې هيبتناك و،
ډك له قهره له غضبه،
دا وينا يې ښار ته وكړه:
تاسو واياست زه به څوك يم؟
زه خو "زه" يم ،زه "ايګو" ۴يم.
درست نړۍ كې پهلوان يم،
لوى فاتح د ټول جنګونو د جهان يم.
له دې وروسته ستاسو ښار زما تابع دى،
تاسې ټول د قهرمان تر فرمان الندې.
كه هر څوك زما فرمان ته غاړه نه ږدي،
نو سزا به يې په دې دم او په هر دم،
هم په دې نېزه وژل وي ،څريول وي.
سم له دې وينا رسه يو ځاى،
پهلوان په لور د خلكو،
اشاره دنيزې وكړه په درې وارې.
بيايې ووې:
"هغه څوك چې مې فرمان وړي په رس سرتګو.
هغه ټول به په امان وي،
زه د دوى د رسو سيورى،
زه د دوى د ژوند ساتونىك" .
په دې وخت كې نژدې هلته،
85
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
غرڅنۍ وه ګرځېدله مسته ۵مسته،
ساده زړې ،بې خربه ،وه معصومه پاكه پاكه.
قهرمان ژر په لينده كې غىش كېښود.
په يو كش غىش روان شو.
غرڅنۍ زړګى شو څريې.
شوه خپره وره په خاورو.
نو يې مخ كړلو د ښځو په طرف بيا،
داسې ووې:
"نن مې اوږد مزل كړى په دښتو كې.
لږ ستومانه شانتې ښكارم.
هم مې زړه كېږي خوراك ته،
ورځئ الړې شئ پالنګ راته تيار كړئ!
او هم دغه غرڅنۍ راته وريته كړئ! "
يو ځل لوى عظيم سكوت په هر خوا پلن شو.
غرڅنۍ الړې په تېښته،
لويو غرو لريې دښتو ته.
هم له دغه زمانې نه را په دېخوا،
ال تراوسه،
غرڅنۍ بېرته ستنې نه شوې ښارو ته،
ترېدلې رمېدلې له انسانه.
مرغۍ هم په هغه سات شولې خاموشه.
ځنې الړې شوې كوچۍ نورو ملكو كې مهاجرې
نورو سوړې لټولې ،پټېدلې ،ترېدلې.
نارينه د قهرمان تر فرمان الندې،
86
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
په كار بوخت شول.
جوړوه يې د ښار ګرد چاپېر دېوال لوړ،
هم برجونه مستحكمه حصارونه،
هم يو لوى ژور خندق كيندل كېدلو.
بيا چا نه اورېد شور ځوږ د ماشومانو،
ځكه دوى له خپل كورو نه،
بهر نشو نور وتالى.
زملو پېغلو ته و امر،
چې بيا هيڅ په ښكلولو راز د مينې،
خپل وخت نه كاندې تلف نور.
او دا ځكه،
فرماندار بې شان له دوه څيزه بېزار و:
عشق بازي يوه د ځوانانو ،بل خندا د ماشومانو.
ښځې بوختې په پخيل شوې،
په خدمت شوې ،په هغې ښكلې ماڼۍ كې،
چې اباد وه د ځوانانو د السونو په تڼاكو،
په خولو د مړوندونو.
87
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دا معبد و ،ستاينځاى و ،د ښامار مار.
د ټولواك مجسمه وه،
له ډبرې جوړه شوې،
نيم وجود يې د انسان نيم اژدها و،
ډېره لويه با عظمته وه والړه،
د معبد د ګنبد الندې.
يو بوډا به سرت راهب و،
جامې ژيړې ،كميس اوږد،
رس رستور هم،
د بت پښو ته به تل ناست و ،
بيا به ده د بت له خولې كړه بيانونه،
امر او نهې ،تهديدونه ،اخطارونه.
زوړ ،زملي ،نارينه ،ښځې به ورتلل ټول،
هره ورځې ،ملر خاته ملر پرېواته هم،
دعاګانې ،عبادت و ،پرستش د اژدها و،
قربانۍ به يې كولې ،شكرانې به يې راوړلې.
ټول ښايسته ښكيل شيان چې،
د هرچا وو په كورو كې،
ټول راتوى خرې خرې شول،
د بت پښو ته،
زيبايي له ښاره والړه،
په معبد كې زنداين شوه.
88
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
له ښاريانو نه يوازې،
يو دا زوړ راهب خرب و،
چې دا لوى قهرمان څوك دى.
دى به كله ،د معبد نيمه تور تم كې،
د خپل خاصو شاګردانو رسه ناست و .
پوهول به يې په ارسارو په رموزو.
ده به دا شانتې بيان كړو:
رساعظم
رهبانانو! راشئ واورئ دا بيان:
له رمزونو نه خرب شئ پټ پنهان
زمامدار زموږ لېوه دى،
لكه وينو ته چې تږي وي دغرو رغو لېوان.
زړه يې كلك لكه تور كاڼى د بيابان لكه سندان.
خو كاڼه دي آدميان،
خو ړانده دي عامليان ،عربت نه اخيل په يو آن:
"رهبانانو! له رمزونو نه خرب شئ پټ پنهان!
واياست ما رسه په دعا:
اې څښتنه ته باچا يې د جهان!
كه هم وڅښې سمندر سمندر وينې ،تنده ستا پسې ملبه يش صد چندان.
كه هم وخورې غرونه غرونه زنده جان،
ولږه ستا پسې زيادت كا ال شدت كا.
په لېوانو كې لېوه له وږو وږى،
په درياب كې پروت نهنګ له تږو تږى.
89
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
خو كاڼه دي ادميان،
خو ړانده دي عامليان،
عربت نه اخيل په يو آن.
رهبانانو راشئ واورئ دا بيان:
بني ادم ته واياست واياست :خولې توى كړئ په دې اور د خپل جبني ،د مټو،
السو
څو دتندې ملبه پورته تر اسامن يش!
خو نړۍ قرباين وكړئ دې لېوه ته،
څو چې لوږه ال خپره يش په جهان!
نه پوهېږي د ښار خلك چې څښنت زموږ لېوه دى،
په لېوانو كې لېوه په وږو كې وږى،
په درياب كې پروت نهنګ له تږو تږى.
90
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
خو ړانده دي عامليان.
خو كاڼه دي آدميان.
عربت نه اخىل په يو آن.
"رهبانانو راشئ واورئ دابيان:
له رمزونو نه خرب شئ پټ پنهان!
يو كوچنى چينجى پيدا شو له هګۍ نه،
د دې سيمې د پستو منناكو خاورو په زانګو كې زنګېده.
دا چينجى هسې چينجى و لكه نور هسې چينجيان:
هم بې السه ،بې پښو ،په سرتګو ړوند و ،بې قدرته بې توان.
ويل به خلكو دا چينجى دى.
خرب نه وو ،دا چينجى نه و بال وه ،اژدها توره بال وه.
چې رالوى شو ،نو هېچا ته ورته نه و.
شباهت يې و يوازې د خپل ځان.
دى مار نه و ،ځكه ده لرل څانګونه.
مرغه نه و،ځكه ده لرله خوله ،اوږده غاښونه.
ابوالهول ته ورته نه و،
ابوالهول خو كړې پوښتنې له انسانه،
چې هر څوك به ال جواب شو ،نو خوراك به د بال شو.
ده پوښتنې نه كولې،
سوال ځواب يې عادت نه و،
بس فرمان به يې صادر كړو،
هى امرونه به يې كول.
چا چې غاړه له فرمانه غړوله ،هغه غاړه غوڅېدله ،هغه رس خوړل كېدلو.
91
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دى يو داسې ځناور و ،چې چيچله به يې هر حيوان،
خو دى چا چيچىل نه شو.
ژوندي رسي به يې خوړل ،خو دى چا خوړىل نه شو.
دى يو داسې سور انګار و ،چې هيڅ نس رسه نه طاقت د هضمولو،
نه تالو رسه كوم قدرت د تېرولو .
كه يو رس به ترې جدا شو،
نو لس ،لس رسونه نور راشنه كېدل تل.
د دې سيمې زمامداره ،ټولواكمنه ،آلهه د محبت وه.
شوه خربه له احواله ،چې يوه بده بال توره ،ددې سيمه ورانوي اوس
نو راغونډ يې له هېواده هره خوا كړل ،زور ور پهلوا نان قهرمانان ټول
ورته يې ووې :كه څوك مړ دغه ښامار كړي ،يا يې وشړي له ملكه،
نو يو لوى عظيم انعام به يې نصيب يش:
د ژوندون چينه به يې هيڅ وخت وچه نه يش،
هم پيدا به كړي د ورك سمندر غاړې،
هم د ماتې ناكامۍ بې ځايه درده ،يا د فتحې كاميابۍ كاذبه خونده به ازاد يش.
نه پوهېږم ،دا انعام قهرمانانو ته ښكاره شو بې ارزښته،
يا په ځان كې يې زور نه ليد د ښامار قدرت بې شانه ورمعلوم
نه ښامار كړلو چا مړ نه هېچا وشاړه له ملكه
ځانځاين ښامار
ډېر لېوان يې تور تور مات كړل.
ډېرې وينې يې وزبېښلې.
څو قوي شو.
كاروانونه يې بې شامره لوټ تاراج كړل.
زورور شو.
دورې دورې هېوادونه يې نيول ،لوى ښارونه ،بې حسابه
انسانان يې كړل دننه په خپل نس كې.
ټول جهان ورته تسليم شو.
خونړۍ قربانيګانې شپه او ورځ د ده په مخكې،
ټول مخلوق يې بنده ګي كړه ،پرستش كړ ،غالمي كړه.
بس يوازې ،ددې سيمې خلك جهل كې ګمراه و.
آلهه دعشق او مينې يې ستايله،
او زموږ د لوى څښنت جالل عظمت نه يې رسپېچي كړه.
93
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
رهبانانو! راشئ واورئ دا بيان!
له رمزونو نه خرب شئ پټ پنهان!
لوى څښنت زموږ ښامار دى ،د ښامار موږ بنده ګان!
په لېوانو كې لېوه په وږو كې وږى،
په درياب كې پروت نهنګ له تږو تږى.
خو ړانده دي عامليان!
خو كاڼه دي آدميان!
عربت نه اخيل په يو آن!
بد رنځونه بې درمانه
له يو څه مودې نه وروسته،
په ورو ورو شوله روښانه دا خربه،
چې دى سرت لوى فرمانداره ،قهرمان لوى.
سرت فاتح د ټول عامل خو.
ډېر راوړي و له ځان رسه ميكروبونه د ساري ساري امراضو
يو مهلك زهر قاتل يې.
له وجوده خپرېدو هم.
ده راوړي و دې ښار ته،
درې مرضه:
يو مرض غم او خپګان و.
بل مرض قهر او غضب و.
درېيم ډار او واهمه وه.
94
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
لومړى شخص چې مبتال شو،
په مرض دغم خپګان زر.
دا هغه حاذق حكيم د ښار طبيب و
مرض دومره سخت كاري و نابربه،
چې فرصت نه د دارو نه د درمان و.
څو چې خلك خربېدل بيا،
زوړ حكيم و سفر كړى بل جهان ته
ځانځاين ښامار
كه مرض دغم خپګان به لږ قالر شو،
كه د قهر او د غضب تبه به الړه،
واهمه او ډار هېڅ وخت نه وركېدلو.
ساري بد مرض خو دا و،
چې جاري تل شامدام و.
نور به خلكو يو پر بل اعتامد نه كړو،
نه باور د چا په مينه محبت و .
نه دوستي وه ،نه اخالص و ،نه رښتيا رښتيا خربې.
ډارېدل خلك يو بل نه،
له خپل ځان ،له خپلې ژبې ،له خپل سيوري،
د خپل كور له دېوالو نه.
له دې ډاره ،چې خربې څوك وانه وري،
په تورتم توره تياره كې ګونګوىس و،
يو له بل رسه په غوږو كې پوسېدل وو.
نه له چا رسه جرات د ګرځېدو و،
چې بهر له ښاره الړ يش،
له دښتو له بيابانو نه.
له هغې خوا ،چې راغىل قهرمان د ښار په لور و.
واهمه وه له هر چا رسه.
په درو په تورو غرو كې.
پټو پټو مغارو نه ډارېدل دوى.
ټوله شپه به دوى ليدل ډېر،
ډېر خوبونه پرېشانه.
وحشتناكې هيوال خوب ته ورتللې
96
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
نيمه شپه به بوګنېدل دوى،
پاڅېدل دوى ،لړزېدل دوى.
---------------------------------
-۱د ذهن او روح پخوانۍ اباد حالت.
-۲د خود پرسته شعور د تشكيل څخه تر مخه.
-۳تور رنګ :د ناپوهۍ او نابينا زور او قدرت سمبول.
.... Ego -۴مراد په خپل ځان متمركز او په ځان میني شعور.
-۵غرڅنۍ :ازاده او بې ګناه مينه او محبت ،د استبداد لوى دشمن ،ازادي ،بې ګناهي او مينه ده.
-۶خود پرست شعور يو بت پرست شعور دى چې نور د خپل ځان ستاينې او منانځنې ته اړوي.
97
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دويم پړاو
98
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دروازې يې تل تړلې.
ځكه هېچا نور په ها خوا ګذر نه كړو.
چمنونه شنه باغونه پاتې نه وو.
هره خوا شړې مريې وې.
هره ورځ به پكې ملر بيا،
سور تنور ملبه كولو.
هره شپه سړه سيلۍ وه،
خاورې دوړې بادېدلې،
سيونګېدل به اغزي غنې.
ځنګلونه جل وهيل ،ونې سوې.
غرو څېره وه بدله كړې،
ټول خړ پړ په ايرو رنګ وو.
هم سيندونه ،هم خوړونه ،وچ پراته وو.
اوبه لريې په كوم بل ځاى بهېدلې
كومې الرې لويې لويې ،چې ورتلې د ښار په لوري،
هغه ټولې وركې شوې ،په ځوزانو ،په اغزو كې
كاروانونو نور ګوزر په دې خوانه كړو،
چريته لرې تېرېدل په نورو سيمو.
99
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ترږمو دمغارې ته به يې كتل،
دهغې تورتم سكوت ته غوږ نيوىل.
ده ګومان كړو:
چې ژوندون له دښت صحرا نه كوچېدىل،
تلىل تلىل سمڅې تل كې ځاېدىل.
زړه به داسې ورته وې چې:
پټ په دغه نا كالره كالري كې،
د دغه نااشنا سكوت په ژور تل كې،
لوى درياب ۲پروت دى خاموشه.
مخ يې روڼ دائينې په شان ځلېږي.
هم نرۍ وږمه چپې چپې چلېږي.
د درياب لوڼو اواز خوږ،
راوړي ځان رسه له دورې.
بيا به كله غرهار دده تر غوږ شو
نو ګومان به يې كولو:
چې خالق دسمندر ۳په غضب شوى ،هى غرېږي،
بريښنا ګانې هم شړقېږي ،هم كړسېږي.
بارانونه تر پهار كړي.
لوى موجونه ،غرونه غرونه د ساحل په لور روان دي،
ورځي جنګ ته د لوى هسكو ګړنګونو،
ډزوي د درياب غاړې ،لړزوي پرښې پاڼونه.
بيا به زمكه دربېده دده په غوږ كې.
نو ګومان به يې كولو:
100
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
چې رمې رمې وحيش اسان ځغلېږي،
په كوم لوري تاخت وتاز كاندي شڼېږي۴ .
ځانځاين ښامار
چې بيا وكاندي لښكرې ،چې بيا ونييس دښتونه.
ځانځاين ښامار
د دې غرو بې پروا پرښو په سختۍ كې"،
"څه شوه څه شوه ،د ژوندون چينه مې څه شوه؟
چې هر كال به پرې اخرت د پرسيل و.
طبيعت به ځان سينګار كړو.
تور تور غرونه ،تور دېوان دا هسې نه وو.
شنې جامې د ښاپريو يې وې په ځان كې،
شنه ملن د زمردو.
رسو ګلونو رنګارنګ به،
رس راپورته كړو له خاورو.
بيا روانې به هر خوا شوې،
قافلې د رنګ او بوى هم.
درمندونه به د مشكو د لونګو
په دښتو وچو مريو وو" .
"څه شوه څه شوه ،د ژوندون هغه چينه اوس؟
چې دخوړ په وچ بسرت كې به يې روان كړل،
مست رودونه.
د سيند غاړې وې ابادې،
د ستومانو دمه ځاى و .
دورې دورې هېوادونه،
تږي ستړي مسافر په دوړو پټ دلته راتلل ،دمه كېدل" .
"راته ښكاري ،چې مودې مودې به كېږي،
الروى له هېڅ پلوه ،په دې خوا نه دى تېر شوى.
نه كوم پل د قدمونو ،نه كوم الره نرۍ ښكاري.
او كه وو اوس ټول پټ شوي په ځوزانو په اغزو كې،
103
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
بيا به داسې سوچ ورتللو:
" -ګوندې نه چې د ژوندون وركه چينه مې،
ننوتې ده دې غار ته،
پريوتلې ژور تل ته،
نوره نه راپورته كېږي ،دارې نه كاندي بهر ته" .
"ما خو تل وييل ځانته:
دا اوږدې اوږدې استوګنې په ښارو كې،
ښه كار نه دى.
كوم خطر به پكې پروت وي ،ناڅاپي به راوالړ يش".
"ما خو تل وييل ځانته:
دا هر كله غونډېدل د ډېوې خواته،
دا د نورو نږدې وايل څخه ډاډ هم،
پېښوي يو لوى رضر لوى:
لرې بايس انسانان ټول د ژوندون له پټه رمزه.
هېروي په انسانانو.
خاطرې د دې دښتونو ګړنګونو.
خاطرې د درندو سيورو په درو كې،
خاطره هم د دې سمڅې
هم د ژوند هغه چينه يش ترينه هېره،
چې پرته ده د دې غار په تروږمو كې.
په دې هېره هېره باندې،
دا چينه د ژوندانه ورو ورو وچيږي".
104
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ښاپريۍ د عشق او مينې۸ :
بيا ور ياد به شولو تېر هغه وختونه،
چې به پروت و د ژوندون د سيند په غاړه،
اوسېده به د وجود د چينې خواته.
زمانې وې تريې شوې ډېرې ډېرې،
نه نارنج و ،نه يې ګل ،نه يې بويونه.
نه مرغۍ وې ډلې ډلې،
چې ماښام به زوږېدلې په باغو كې،
لټولو به يې ځاى د بيدېدلو.
هر سهار به په چغار راويښېدلې.
ډېركلونه وو تري شوي،
چې يې هيڅ نه اوريدلو،
د هغه ژور ډك سيند دايم غرار چې
تل رغښتلو د درې په زوړ بسرت كې.
حتى هغه رشرشه وه چوپه شوې،
چې هميش به بهېدله،
د دايي په شان به ناسته هره شپه وه د ده رسته،
ورته كړې به يې تر نيمو نيمو شپو هم،
د دېوانو ،د پېريانو افسانې تل.
په لومړو لومړو مودو كې،
دې چوپتيا ته قهرمان دومره پام نه كړو.
حتې دايې په ياد نه و:
چې هر ورځ به مازيګر شو ،زېړى ملر شو،
كوز دغرونو په ملنو به شينىك غبار را خپور شو،
105
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
پاس د سپينو غرو په څوكو،
زېړي ملر هر خوا شيندلې ،د رسو زرو پلوشې بيا
چې به اوړى شو ګرمي شوه،
ويښ به پروت تر نيمو شپو و،
په هغې چوپه دنيا كې شور ماشور و،
د درياب دايم غرهار ته به يې غوږ و،
متاشا به يې د ستورو د اسامن كړه.
كهكشان ملن ځالنده،
دى ترې ځوړند زنګېدلو ،لوبېدلو.
ځانځاين ښامار
لكه زړه د توپاين شپې.
د درياب څپو به ځګ كړو ،شور او ځوږ كړو.
د سيند غاړې ښورېدلې ،هم پاڼو نه ،پرښې تيږې ګړزېدلې.
حريانتياوه،
چې ده څرنګ هېره كړې ،خاطره د هغې شپې وه،
چې توپان عظيم راكو ز له لويو غرو شو،
سيند په قارو ،ناكالرو ،غرېدلو.
په دې وخت كې ،را پيدا شو له ورايه،
د څپو منځ كې روانه ،يوه ګوردمه لويه لويه.
نا څاپي د خلكو پام شو،
چې دپاسه په ګوردمه،
يوه مرموزه رسه رڼا وه ځلېدله.
كه انګار وو سور سوزانه ،په اوبو كې؟
مخلوقات و متاشې ته راوتيل،
ډارېديل هك حريان وو.
دې رڼا ته يې كتل په تروږمۍ كې
په دې وخت كې برېښنا پړق كړو.
په دې لنډه روښنايي كې،
خلكو وليدو چې يوه ګرګه وه روانه په اوبو كې،
يو شني مار كړۍ وړۍ ورباندې پروت و،
رنګارنګه ،ټيك ټيك رس تر پايه،
غاړه هسكه هره خوا يې متاشه كړه.
پاس په رس يې يو سور ستورى ځلېدلو.
107
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ګونګوسې د خلكو منځ كې شوې روانې دوى ويلې:
"ټولواكمنه د مارانو ،ښاپريۍ د رسسبزۍ وه،
پاس په رس يې د رسو تاج و،
پكې الل د بدخشان و ،ځلېدلو.
الړه الړه،موږ نه الړه،
زموږ سيمې نه بهر شوه.
دهغه درياب په غاړه ميشته خلك،
د مارانو سرت واكمنې په هجرت ټول ډير خپه وو.
او دملك په ابادۍ په نيكمرغۍ كې،
دا هجرت ورته ښكاره شو بد شګومه.
دا هجرت و په رښتيا يوه لويه پېښه.
بيا وروستي نسلو ترې جوړه د تاريخ لويه مبدا كړه.
ځكه ځكه په دې پېښې ،ختمېدلو،
د انسان طاليي عرص.
او يوه نوې تاريخي دوره رشوع شوه.
د مارانو سرت واكمنه ښاپريۍ چې څنګه الړه،
په هغې توپاين شپه كې،
نو زموږه قهرمان هم،
د ژوندون دسيند له غاړې نه جدا شو.
لكه هغه سيند چې نه راګرځېداى يش ،نه په شا
دوباره تالى يش،
قهرمان هم بياونه كړاى شو چې ستون يش،
د ژوندون د چينې لور ته.
قهرمان به بيا له ځان څخه تپوس كړو:
108
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
" -هغه وركه نامعلومه هستي څه ده،
چې دا هسې رسګردان ورپسې ګرځم،
په دښتو په بيابانونو؟"
"يوه رڼا وه،
د چشامنو په افق كې د يو چا وه،
ښكاريدل به په هغه ناشنا افق كې،
آيب رنګه دريابونه نا پايابه.
هغه څه شوه؟"
"يوه ملن وه،
شني بخونه ،چې هر څرخ به يې څرخولو،
د اسامن ځالنده ستورى.
چېرته الړه؟"
"يوه خندا وه،
چې د رسو شونډو شفق يې ،د ژوندون صبح صادق و.
ولې چوپ شوه؟
رس به يې كېښود په زنګون.
په خپل سوچ كې به ډوب ناست و.
خپل ګرېوان ته به يې الس كړو.
بيا به يې ووې:
-زه شړىل ،فراري ميه له عشقه!
دا غايبه هستي څه ده؟
هغه عشق دى.
نامعلومه وركه څه ده؟
109
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
هغه مينه".
ورپه ياد بيا هغه وخت شو،
چې څه شانتې فراري شو.
الهې د محبت په هغې ورځې اغوستىل شني كميس و.
دى يې ونيوه له السه.
بيا يې وښوده له ورايه ،هلته دورې يو افق و نا معلوم.
نويې ووې:
-ځه چې ځو اوس!
قهرمان زموږه ډار شو،
له دې هسې نااشنا مسافرت نه ۹
نو يې دا شانتې ځواب كړو:
-زه خو دلته ميشته خوښ يم،
ددې ښار په دېوالو كې،
د ښاريانو د څراغ په پلوشو كې 10
نو يې پام شو،
چې د هغو شهال سرتګو ،آيب رنګه سمندر افق.
تور تم شو.
په خندا كې سپني سبا صبح كاذب شو،
را خپره پرې توره شپه شوه،
بيا په هغې ښكلې ژبې دا ناشنا بيان جاري شو:
" -په سور اور ملبه د ښتونو نه به تېر شې.
د تورتم مغارو تل ته به ورپرېوزې.
خو بيا مانه ىش موندالى.
هغه الره چې بيا ما ته رارسېږي،
110
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ډېره سخته ده بې شانه.
نه يې رسشته نه يې پاى شته،
بې منزل ،بې دمه ځايه.
كوم ساحل دسمندر چې زما ځاى دى،
دا ساحل به ستا د ژوند مدام رساب وي،
پسې ځغلې به بې ځايه.
هر قدم چې ورنژدې شې،
زر قدمه به ترې وروسته پاتې كېږې.
د سپريل آلهې دا خربې كړلې.
او اواز يې په تدريج لرې وتلو:
"بې له مابه ،ستا باغونه ،چمنو نه ټول خزان يش.
بې له مابه،
ستا سيندونه ،رودخانې هم،
ورو وچېږي څاڅيك څاڅيك.
چې زه نه يم،
يوه ترخه سړه سيلۍ به راپيدايش.
د مرغانو شور ماشور به كړي خاموشه.
او يوه ورځ به ناڅاپه ستا پام يش،
چې رسسبزه شنه دښتو نه،
دغرو شنې ښايسته ملنې،
واړه وچ اغزن ډاګونه دي ،مريې دي.
او په دې وچه صحرا كې،
يك يوازې ژوندى رسى فقط ته يې،
خزنده يې ،سمسېره يې ،په خاپوړو"...
111
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ور په ياد شو چې د عشق الهې دا بيان كولو،
او اواز يې په ورو ورو محوه كېدلو.
نو دى پوه شو چې دا ځل يو دوهم وار و اخرينه
چې ترې الړه تل د پاره،
سرت واكمنه د مارانو ،شني كميسې ښاپريۍ د نوبهار بيا.
دا زموږ سرت قهرمان بيا،
په هغې هسكه ماڼۍ كې،
د اوږدو فكرونو ټال كې زنګېدلو.
او يوازې يك تنهايې ژوند كولو.
ځكه ځكه ،ګري چاپريه د مړو ښار و.
فقط دى پكې يوازې ژوندي رسى.
ډېر كلونه تېرېدل اوږدې مودې هم،
دروازې د ښار تړلې كلكې پورې.
هيچا نه كاوه ګوزر په دغه لوري.
هېڅوك نه نږدې كېدل د ښار و خوا ته.
مودې ډېرې شولې تريې.
فقط يو وار ،يوه ورځ ،چې ماښام شو توره خړه،
راپيدا شوه له كوم ځايه،
يوه ناشنا زړه بوډۍ وه،
پټه پټه غلې غلې را روانه.
د ښار لويې دروازې ته ودرېدله.
څېره بده هم مرموزه ،هيوال وه بد منظرې،
تور كميس تور یې پرتوګ تور یې زړوىك
د لوګي وو.
112
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د ښار لويه دروازه شوله برسېره.
بوډۍ ننوته ښار ته.
دهغې هسكې ماڼۍ په لوري الړه.
خو ناشنا شانتې بوډۍ وه.
بې له دې نه چې قدم په ځمكه كښېږدي،
د ښايسته زينو نه وختله پورته.
بې له دې نه ،چې كوم مكث يا توقف كړي،
دمرمر و جګو ستنو نه شوه تېره.
د ښايسته ځالنده قرص دروازې ته ودرېدله.
دې بوډۍ بيا،
نه زنځري د دروازې ورشنګولو،
نه يې ور وټكولو.
ور برسېره په خپل رس شوه.
بوډۍ الړه شوه په قرص كې دننه.
خلك وايي:
دا ناشنا زړه بوډۍ خو،
څېره بده هم مرموزه،
پرښته د تروږمو وه.
چې يې وكړو مالقات له قهرمان رسه.
نور باقي كيسه عجيبه په دې شان ده.
------------------------------------
-۱په ځان مني شعور متوجه كېږي چې بهر اجتامعي جهان يې گډوډ كړى دى او اوس يې د خپل
دننه نفيس جهان ګډوډۍ او خرابۍ ته پام ګرځي او په ويجاړه نفيس جهان كې .....كوي.
-۲د ژوند ريښتينې معنى.
113
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
-۳د ژوند بنيادي قدرت.
-۴د ژوند غريزي او بنيادي متايالت.
-۵هغه طبيعي متايالت چې ځپل شوي او په شا وهل شوي دي.
-۶اوهام.
-۷د خود پرسته شعور خيالونه.
-۸د ژوند رشتيني منبع يعني مينه د ځان او ځانځاين مينې ....
-۹د عشق او مينې رښتينى سفر.
-۱۰ځانځاين شعور د رښتينې مينې څخه ډاريږي او خپل حقيقت په ټولنه كې او د نورو په غالمۍ او
فرمان بردارۍ كې لټوي.
114
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
115
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
درېيم پړاو
116
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
او د زړه مرتو كه كور ورو ورو
ړنګيږي ،كنډواله يش.
هغه ښار چې شو خاموشه ،ويرانه شوه
هغه هم يو وخت د زړه كوم،
ښكىل كور و ،ښكلې مېنه.
خو د زړه خاوند غافل و ،بې وقوفه.
دى پخپله پكې كښيناسته يوازې.
اوس راځئ ،چې شو ستانه خپلې كيسې ته.
117
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
هم نقشونه نګارونه،
په هر لوري تابلو ګانې رنګارنګ،
په دېوالونو.
دغه ټوله تياري وه ،ديو چا پذيرايي وه
د يو چا د راتګ الر خلكو څارله
انتظار هره شېبه په زياتېدو و
انتظار وو كاڼي بوټي په صحرا كې،
ټول ګالن په چمنو كې،
بلبالن توتيان باغو كې.
غرڅنۍ چې به د سيند غاړې ته راغلې،
داوبو د څښو دپاره،
نورسونه به يې كړه پورته،
دافق يو دورې ځاى نه به يې كتلې،
چې به كله رارسېږي،
سرتواكمنه ،رب النوعه ،الهه دعشق او مينې:
راروانه په څپو دسمندر ورو،
لكه الوځي وږمه د پرسيل تل،
شني كميس د شنييل به يې په تن وي،
راروانه ،خرامانه ،خپل معبد كې به ميشته يش.
قدمونه به د هر چا په لېمو ږدي.
په پښو به ورنثار كړو،
بيا هارونه ،امېلونه ،د صحرا وحيش ګلونو.
118
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
اژدها ته هر كىل:
خو شيبې د انتظار اوږدې كېدلې.
انتها يې وركېدله.
په ورو ورو درندې مودې شوې،
غرونه غرونه.
په آخر كې
يوه ورځ وه ،چې شو ملر په پرېوتلو،
هم هغه ناشنا سړى بيا،
جامې تورې ،په تور اس سپور،
په دښتونو كې له ورايه راښكاره شو.
را روان و ،راروان و،
د ښار لويې دروازې ته رانژدې شو.
بيا په ښار شو ور دننه،
دهغې هسكې ماڼۍ په لوري الړو.
مرمري زينو نه پورته شوماڼۍ ته،
سپور په اس خپل.
پاس د لوى تاالر با لكون ته راښكاره شو،
دښار خلك يې مخاطب كړه.
داسې ووې:
" -زه خو "زه" يم!
زه "ايګو" يم!.
زه فاتح دلوى جنګونو دجهان يم.
قهرمان يم بې مثاله.
ستاسو ښار زما تابع دى.
119
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
تاسې ټول زما مريان ياست.
دې ماڼۍ كې به اوسېږم تل ترتله.
بې زما له اجازې بې له فرمانه،
هېڅوك دلته قدم نه يش اېښودالى".
پس له دې نه،
په ښاريانو شولې بندې ،دروازې.
دهغه قرص.
ازادي الړه له باغه له چمنه.
معامران د عشق او مينې،
شو راګري په قيد او بند كې،
په سختيو په خوارو كې.
په كارو كې بې هدفه ،رنځوران شول.
مستبده فرمانونه ،امر او نهى.
بې دليله فرماندار كړل.
خلك دومره شول بېزاره،
چې څوك الړل فراري شول،
څوك دمرګ پنجو ته ورغلل تسليم شول.
باقي پاتې چېرته پټ شول په غارو كې.
120
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دى يوازې ژوندى رسى،
په هغه خاموشه ښار كې.
نه يې ځمكې نه اسامن ته التفات كړو،
قهرمان يوازې ځانته پام لرلو.
فقط ځانته يې كتل.
بس رايض له خپله ځانه،
دغرور د تكرب په مسند ناست و،
يك تنها هغې ماڼۍ كې.
هغه ښكلې تابلوګانې،
رنګا رنګه تصويرونه،
ښكارندوى د هغې سيمې د ښكال وو،
منظرې د غرو رغو وې،
هم دخلكو د ساده ژوندون صحنې وې،
نورې نه ليدل كېدې په ديوالونو،
دهغوى په ځاى هر خواته ځوړند شوي،
لوى بې شانه تصويرونه ،دفاتح سرت،
او دهر متثال د الندې په جيل قلم ليكيل:
"سرت ايګو – جهان پهلوان.
"رب دې وركړي ،ده ته عمر جاويدان"
په لرګو ،تيږو ،مرمرو،
په پردو ،لوښو ،ظرفونو ،په فرشونو،
ثبت و نوم د قهرمان سرت،
هم څېره د اژدها نقش.
هرې خوا په دېوالونو،
121
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
په تاالر كې ،سالونو كې ،دهلېزو كې،
لګېدلې لويې لويې آئينې وې.
هر سهار هره غرمه هم،
هر ماښام هر مازيګر بيا،
آئينې ته به والړ و ،شامدام دى،
هى كتل به يې خپل ځانته،
خپلو سرتګو خپل قامت ته.
دخپل ځان په متاشه به تل اخته و.
د آئينې له خوانه دورې تلالى نه شو.
ځكه ځكه،
چې به يې نه ليدو خپل ځان خپل،
نو ګومان به ورپيدا شو،
چې خپل ځان ترې نه ورك شوى،
ځان يې نيست او نابود شوى،
سرت فاتح به وار خطا شو،
مضطرب به ګرځېدلو ،لړزېدلو پريشان.،
په دې شانې ،دا زموږه قهرمان سرت،
لوى فاتح د ټول جهان هم،
بې خربه د آئينې د لوى خطره،
بې خربه د آئينې د رمز ارساره،
د آئينې په لور روان شو.
خرب نه و چې آئينه خو دروازه وه ،دروازه د دوزخونو ،
تېرېدل د آئينې له درشل هاخوا،
كوزېدل وو داوها موجهنم ته.
122
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
123
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دا لحظه به سمندر شو،
ناپايابه.
دا شېبه به يو درياب شو،
نامحدوده،
ساحلو نه ناپيدا غاړې يې وركې.
بې اغازه ،بې انجامه ،هر لحظه هره شېبه وه.
مات نسكور و ،ورته جام د زمانې پروت.
هم قالب د شپو او ورځو تش خايل و.
نه مايض ،نه مستقبل و ،نه يې شامر نه يې حساب و .
هر لحظه ابديت و ،ځوړند ځوړند په خال كې.
هر لحظه هره شېبه هىس اغاز و.
بې انجامه ،بې پايانه.
124
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ډوبېدل دي ،ډوبېدل بې انتها دي،
نو هېڅكله به يې ارمان بيا كړى نه واى،
چې نصيب يې يش ژوندون جاويداين؛
يا دننه ورته ناسته وي په تن كې،
ابدي روح.
قهرمان و په اخر كې پوهېدىل،
چې غورځنګ په يوه شېبه كې،
ګران سفر دى بې انجامه،
په ناشنا پردي وطن كې،
په تورمتو ترږمو كې نامعلومه.
ځانځاين ښامار
كنډوالو كې.
هيجانونه عواطف به شوې كنګلې.
بيا به كله توپاين شو،
سختې دوړې ،ګرد او خاورې به شوې پورته،
د زړه ذهن منظرې به شولې پټې.
بله ورځ چې دا توپان سخت چلېدلو.
ژوند ،هستي يې لړزوله،
ناڅاپي ورته ښكاره شو ،ددې هسې پريشانۍ
علت سبب لوى.
ده ګومان كړلو يو وختې،
چې په ژوند او په هستۍ كې،
يو لوى درد خو ،تېريدل د زمانې دي.
اوس يې پام شو چې عظيم درد،
د زمان تېرېدل نه دي.
هيبتناكه وحشتناكه درد خو بل دى:
درېدل د زمانې دي.
كوم تشويش چې ده لرلو هغه داو:
چې به رانه يش سهار بيا،
نه هغه باد سبا نور،
چې به پاڅېده له هسكو سپني كنډونو.
خپرېدلو به دغرونو په ملنو ،په درو كې.
دا استازى د سبا و،
د سبا د راتګ زېرى وررسه و،
چې مرغۍ به يې ويښولې په باغو كې،
126
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د غفلت له درانه خوبه.
نه به بيا د يوې اوږدې شپې په اخر كې ،
د شفق ملنه سپينه يش رڼا يش،
د يوې نوې ورځ پيغام به ژوند ته راوړي.
نه به بيا رايش تودې ورځې داوړي،
چې غرمې به تېرېدلې.
د چنار د سيوري الندې ،خوړ په غاړه.
چې نرۍ نرۍ اوبه په كاړ ختلې،
باد وامه رشهار يې نرى خوب وړلو راوړلو.
نور به نه وي هغه ملر ،چې پرېوتلو،
د شفق ملن به يې رسه كړه.
نه هغه خواږه دردونه ،دماښام په نيم تورتم نيمه رڼا كې.
127
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
نوره نه راتله دده د پالنګ رسته،
نوريې نه كړله دده پرستاري.
ځانځاين ښامار
ښخېدې هر خوا په ځمكه.
پاسنۍ نيمه تنه كې ال ژوندون و،
رس او الس لكه ښاخونه څانګې څانګې،
ښوريدل به ،كږېدل به ،سمېدل به،
د تشويش او اضطراب باد او توپان كې.
ځانځاين ښامار
سيورى يې ورك كړى.
په دې پيښه دى بې شانه مضطرب شو.
نيم وجود يې و ورك شوى نابود شوى.
دغه سيورى خو دده وفادار دوست و.
د ژوندون په ټيټ او پاس كې يې ملګرى.
دا ملګرى وفادارو ترې نه تلىل،
نو يې وويلې خپل ځانته:
"اوس په كار ده چې زه الړ شم،
او هرو مرو پيدا كړمه خپل سيورى.
ګوندې وي چې په دې لټه كې.
مونده كړم،
د خپل ورك سمندر غاړې".
خو معلومه ورته نه وه،
چې په كوم وخت ترې نه ورك شو،
دغه سيورى؟
يو له بله څومره تلىل دورې دورې؟
بيا يې وكتل هر خوا نو يې باور شو،
چې دا لټه به بې ځاى وي.
ځكه ده په ځان كې نه ليد ،نه كوم شوق د لټولو،
نه دهڅې اراده هم.
په دې وخت كې ورپيدا شو،
يو تازه شك او ترديد بل.
ډاروونىك اضطراب شولو راپورته.
دا پوښتنه يې له ځان څخه كوله:
130
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
" -ګوندې نه چې،
زه پخپله يم يو سيورى،
هسې سيورى،چې اصيل وجود يې ورك دى؟
يا يو وهم د اوهامو،
جدا شوى د كوم خيال نه،
پرېوتىل چېرته دورې:
يا يو فكر يم بې ربطه مجرد كوم،
جال شوى ،پرېكړ شوى ،د افكارو
له ژوندونه؟"
چې به يې وكتلې ځان ته،
چې نه ذوق نه عالقه د تجسس وه،
نه كوم سوز و ،نه كوم درد دده په زړه كې،
نه ارزو پاتې نه هيله،
نو په ځان به يې باور شو،
چې دى بل كوم څه ىش نه دى،
فقط وهم دى يو وهم،
فقط سيورى دى يو سيورى.
131
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
هغه تنده چې د ځمكې ټول رودونه،
ټول سيندونه،
ورته ښكاري كوچني څاڅيك.
دا خو تنده د هستۍ وه.
دا خو تنده د ژوندون وه.
نو يې ځانته داسې ووې:
" -معلومېږي وهم نه يم.
ځكه ځكه،
وهم هيڅكله احساس د تندې نه كړي.
سيورى نه يم.
ځكه سيورى نه ودرېږي،
ريښې نه كړي په صحرا كې".
132
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
منډې منډې په دې دښت كې،
تپوسونه ،تجسس د وركې الرې،
بايد ختم يش په دې تورتم تياره كې"،
"نه په رس كې انديښنه د كوم خپګان شته.
نه په زړه كې جذبه د خوشالۍهم
نه كوم جوش ترې نه داوښكو راجګېږي.
نه خندا پكې خوټكېږي.
نه بېتابه په ګرمۍ دكومې هيلې،
نه سوړ باد د نااميدۍ مې لړزوي هم.
يوه مرموزه شانتې تنده مې ملګرې،
په صحرا د بې دردۍ كې،
مكدر منتظر ناست يم".
معلومېږي،
هر قدم چې ميه تلىل،
دمقصد په لوري دورې،
په پړاو پړاو يم لريې غورځېدىل.
ګوندې نه چې اصيل الر مې خطا كړې؟
په بې الرو يم راغىل؟
دا اوږدې اوږدې مزلې ټول بې ځايه؟"
ملغلرې له دريابه راټولېږي.
بيا په مزي پېيل كېږي ،وصل كېږي،
بيا اميل ترې نه جوړېږي.
هم كړۍ وړۍ داوسپنې حلقې خو،
راغونډېږي ،زنځريونه ترې جوړېږي.
133
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دا شيبې د زمانې هم،
د ژوندون په تار وصلېږي ،يو له بله.
نو اميل يش ،ښه سوغات د عشق او مينې،
د بهار د الهې دغاړې هار يش.
يا زنځري يش ،تر پښو تاو يش.
هره ورځ نوې كړۍ يش ،پرې ورزياته.
دا كړۍ نوې د ورځو،
زنځري لږ څه اوږدوينه.
يو قدم نيم ،لږ څه وړاندې ،بيا ممكن يش.
نو انسان ته ورپيدا دا تصور يش،
چې انسان ازاد مختاردى،
ځغلېدى يش په هر لوري ،نا محدوده.
134
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
تش السونه به ورځمه".
"دا زنځري د زمانې هم شو كېدىل
كړۍ هرې خوا پرتې دي.
هره لحظه يوه كړۍ ده مستقله.
زه پرې بند يم ،پرې تړىل.
خو زنځري هسې زنځري دى.
چې نه ما وصل كوي له كوم جهان رسه،
او نه ماتړي په بند د كوم دلربې".
------------------------------------
-۱رښتينى انساين ذهن او روح چې يواځي مينه او محبت يې اصيل او ټينګ تهداب وي.
-۲په خپل ځان مني شعور لومړى خپل شاوخوا بهر دنيا ړنګوي او بيا پخپله په خپل ځان كې ځانته
دوزخ جوړوي او ورو ورو پكې ننوځي.
135
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
څلورم پړاو
د دوزخ له درشل هاخوا
136
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
بليدل به شپې او ورځې.
كله كله هم ،چې خوب به غلبه كړه،
نو ليدل به يې خوبونه پرېشانه.
درانده سيوري د اشبا حو ،بالګانو،
به راتلل له هرې خوانه.
كښېناستل به په ده باندې.
يو كارغه به راپيدا شو،
تور څانګونه به خپاره دده په مخ شول.
يو ناشنا دښمن به راغى.
دى به يې څمالوه په ځمكه سمدستي،
پوالدي نيزه به يې خپله ،بيا د ده په زړه منډله
نو راويښ به قهرمان شو
بوګنېده به لړزېده به،
د خولو په ډنډ كې ډوب و.
چې په دې شانتې يوه شپه د شپو سبا شوه،
په دې هسې بې خوبۍ پريشانۍ كې،
قهرمان له ځانه ډېر زيات نارايض و.
د لومړي كرت د پاره يې ونه كتل آيینو ته.
پام يې وكړو شاوخوا ته ،د ښايسته ماڼۍ چاپېر ته،
چې ليدل يې،
شړ كورونه و پراته په هر يو لوري،
ويرانې وې ،خرابې وې.
او د ده ښايسته ماڼۍ هم.
137
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
يوه بې رنګه ،بې زينته ابادي وه،
دريدلې په بېديا كې وچه شړه،
ديوالونو يې چاودونه خطري كړي،
تيږې هرخوا رغړېدلې ،په اغزو غنو پټ شوې
نو زموږه قهرمان سرت ،اخر پوه شو،
چې دمرګ په خوب بيده دى دغه ښار اوس.
رښتينى فرمانروا هلته سكوت دى.
دى يواځې ژوندى رسى هلته پاتې
پس له دې نه،
قهرمان ته تفاوت دشپې او ورځې كمېدلو وركېدلو.
هغه تورې بالګانې ،درانده سيوري،
چې يواځې به د شپې په خوب ليدل ده،
هغه ټول راپاريديل په بل شان وو.
شپه او ورځې ښوريدل اوس،
هر يو لوري ،هرې خواته،
په هغې هسكې ماڼۍ كې ور دننه.
دلته هلته ،په هر كونج كې،
درانده سيوري پرېوتل اوس.
قهرمان به هم له لرې هم نژدې نه،
اورېدل ناشنا غږونه.
نو باور به يې كولو،
چې څوك هلته يو له بل رسه پوسېږي،
ګونګويس كړي ،ده ته بد وايي،
138
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دسيسې كړي ،توطيې دده پر ضد كړي،
كله كله به يې اواز د قدمونو بيا تر غوږ شو.
په اوږدو اوږدو تورمتو دهلېزو كې.
دا اواز به ،زياتېدلو ،په ورو ورو نږدې كېدلو.
بيا به يو دم ودرېدلو.
هره خوا به چوپيايي شوه.
دروازې به چغېدې ،بېرته كېدې پورې كېدلې.
چراغونو به ناشنا رڼا كوله،
روښنايي به كمېدله،كمېدله بې سببه.
بيا به پاس دچت دالندې ،يو اواز شولو ناڅاپه،
ده ګومان كړو ،ګوندې هلته،
نامريي يوه مرغۍ ده ښوروي وزر څانګونه.
دوزخيان ياغي ياغي ۱
كله كله به ناڅاپه،
د ماڼۍ په ژور تل كې،
كوز په ځمكه كې دننه،
هيبتناكه هنګامه شوه.
هم په دغه شور ماشور كې،
قهرمان به اورېدلو ،رشنګهار د زنځريونو.
اورېدو به قهرمان بيا،
له كوم ځايه دورې دورې،
غرهار د توپانونو ،هيبتناكه،
كوم جكړ و را روان په بيړه بيړه،
139
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ډك له قهره له غضبه.
ښكاريده چې
كوم يو نوى پرسىل چېرته روان و.
دې استازي يې د راتلو خرب راوړو.
قهرمان احساس كولو،
چې نه ده ته دا پيغام را استوي څوك،
او نه دغه نوبهار چې را روان دى،
نا اشنا دى ،شور ماشور كړي،
دا د ده پرسىل نه دى.
ځكه ځكه،
د جكړ په غرهار او شور او ځوږ كې،
يو ناشنا شانتې اواز ورته كېده هم
دا اواز و ډك له قهره له غضبه،
قهرمان ته ګواښېدلو.
لومړى ځل و،
چې دا هسې غږ په ده باندې كېدلو.
ځكه ده په خپل ژوندون كې،
غري له خپل غضبناك غږه،
اورېدىل كله نه و،
د تهديد او ګواښ اواز هېڅ
دې اواز خو په ظاهر كې نرمي كړله،
په باطن كې ډك له قهره له غضبه.
په هغه جكړ توپان كې،
140
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دا ناشنا اواز را جګ شو،
قهرمان ته يې ويلې:
"د ژوندون له رسچينې نه دې كړم دورې،
بيا دې بوتلم په بې الرو شړو الرو ،رسګردانه!"
"ستا يادېږي؟ هغه وخت چې د روغ زړه مېنې ته راغلې؟
هر كىل مو درته ووې؟
په پراخ تندي موږ ټولو.
كيلۍ ګانې د كوټو د دروازو ،درته تسليم شوې.
تا ته موږ در وسپارلو ،د هستۍ وجود اختيار ټول".
"تا كړو ځان ته يو نوم غوره:
تا وې "زه" يم ،نوم مې "زه" دى.
موږ او تاسو يوه پرده ده.
دا پرده مو كړله وركه.
موږه ټولو ستا په (( زه)) كې كړو،
ځان محوه.
تا ويلې:
زه مركز د ټول جهان يم!
موږ باور كړ.
تا به ويلې:
زه واكداره هم د ځمكې د اسامن يم!
موږ منله.
تا به ويلې:
زه خو وړميه دهر شانتې ستاينې.
هم منانځنې!
141
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
موږه ستا په پرستش شوو او سجدې مو د رته وكړې".
"د استوګنې په رشوع كې،
تا زيات پام كړو د كاله زېب او زينت ته.
تا ځان هېڅ با خرب نه كړو،
له ژورو تهدابونو ،ځمكې الندې دهلېزونو.
د ماڼۍ پورتنى پوړ دې كړلو غوره،
د استوګنې ژوند دپاره.
التفات دې نه كولو،
هغو پټو دهلېزو تورتم كونجو ته.
مودې ډېرې شولې تريې،
تر څوموږ وپوهېدلو،
چې تا ډار الره بې شانه ،له تورتم له ترږمو نه".
"دېوالونه رس تر پايه،
تا كړه پټ په آئينو ټول.
بيا د ځان په متاشه شوې ،شامدام ته
د استوګنې له اوله.
ته خو د رسه وې خود رايه.
چې هر څو كلونه مياشتې تېرېدلې،
ستا ذايت استبداد ظلم،
بيا ال نور هم زياتېدلو.
ستا په كار كې ،هېچا خو نه شو ويالى.
هم ناڅيزه انتقاد نه شو كېدالى.
تا كړې هيلې ،ارزو ګانې ،وخت بې وخته.
نه دې صرب حوصله وه،
142
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
خپل مرام ته رسېدل تا ،بيا غوښتل تل.
په هر آن په هغه آن هم.
غريزې او عاطفې او هيجانونه،
وو د دې هيواد لرغوين اوسيدونيك.
بې پروا به ګرځېدل ازاد رسمسته،
په ځوانۍ او په ښكال كې.
تل بهار وو.
تا كړه دغه اوسيدونيك ،له ځان دورې،
يا پابند تا په قيدو په دسپلني كړل.
تاغوښتل چې،
دوى به ستا خدمتګاران يش،
ستا فرمان ته به رسكېږدي،
نه به شور كړي نه مستي كړي.
تاونه كړاى شول چې دوى خپل بندګان كړې.
تا دوى واستول زندان ته.
ځمكې الندې.
زنداين دتل دپاره ابدي شول.
تا مونده كړه ،فقط دوه شيان
غالمان بس:
يو و عقل ،بل و فكر.
دواړه ستا مشاورين شول.
بيا دوى واخيسته په غاړه ،ستا په امر،
د زندان پهره داري هم.
رښتيا هم چې عقل او فكر ،ستا رښتيني مريان وو،
143
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د زندان پهره داران وو ،جابران وو.
خو چې كله به يې ستا مشاوري كړه،
ريا كار ،متملقه ،چاپلوس وو،
مداحي به يې كوله.
نو ستايل به دوى وهمونه،
ستا د زور د عظمت د اوچتوايل.
جوړول به عقل او فكر،
ستا وهمو ته ،دليلونه ،منطقي ظاهر علمي ډېر.
"زما دوست زما ملګريه! اى زما "زه" !
تا له ژوند څخه اخر جوړ رسنوشت كړو.
د هغه وخت له رشوع نه،
چې فرمان دې كړو جاري خپل.
د ژوندون په قلمرو كې،
تا يوه الر كړله تثبيته له پخوانه،
هغه الر وه دجنګونو ،فتوحات افتخاراتو
موږ دا اوس چې،
په دې الره يو راغيل،
دې پړاو ته رسېديل،
دا خو ځكه چې دا الر بله خوا نه تله.
چاره نه وه مجبوريت و.
دې منزل ته رسېدل زموږ حتمي و.
په صحرا كې ،په بيابان كې،
منډې ترړې ،ځغلېدل رس ګردانې ټول،
نه دسهوې نتيجه وه،
144
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
نه كوم بله غلطي نه اشتباه وه،
نه ناوړه تصادف و،
دا د هغه پالن حاصل دى،
چې تا ژوند كې عميل كړو.
دروازې دې كړلې پورې په ځان باندې،
بيا دې ووې:
كه څوك نه كړي پريوي زما له شخصه،
هغه څوك زما غليم زما دښمن دى،
كه څوك نه غواړي چې وكړي،
نوكري او غالمي په اخالص ماته،
نو هغه څوك له مارسه نه دى،
زما نه دى،
موږ ګومان كړو،
چې دا هسې بې پروا غټې خربې،
دا ستا هسې سپك نظر انسانيت ته،
داللت ستا په نبوغ ستا په عظمت كړي.
چې راستون به شوې د ژوند هرې جګړې ته،
نو به تا داسې ويلې:
-ټول پلونه مې خراب كړل.
هم مې وسيځلې ټولې بېړۍ ګانې،
هم مې الرې ټولې پرېكړې.
د دښمن ديرغل الره مې كړه بنده".
موږ به ويلې:
ته رښتيا لوى مدبر يې ،بې جوړې سپه ساالر يې.
145
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
موږه نه وو پوهېديل:
تا چې كړله دښمني د كوم غليم رسه،
په واقع كې ،تا خپل ځان رسه دښمني كړه.
كه دې ماتې چاته وركړه،
په جګړوكې د ژوندون تا،
په واقع كې ،دا شكست ستا دخپل ځان و.
كه تا وتړلې الرې ،په يرغل ديرغلګرو،
په دې كار لومړى تا خپل ځان،
كالبند كړو ،زنداين كړو.
په ژوندون كې،
تا يوه بله ګناه وكړه ،ډېره لويه:
زنداين دې جذ بې د ازادۍ كړې .
قدرتونه ،د مستۍ د انقالب دې،
كړه بندي د ځمكې الندې،
خو افسوس چې،
قدرتونه د تعمري د ابادۍ اوس،
قدرتونه د تخريب د خرابۍ دي.
ځكه ډېر كلونه كېږي،
دوى پراته دي ،په تورتم بنديخانو كې،
پر زنځري باندې تړيل.
پيدا كړي دوى بل شان نوې څريې دي.
ارواګانې د دوزخ ترې جوړې شوې.
كوم قدرت چې نوم يې "مينه محبت" و،
اوس يې نوم د "تنفر" دى غوره كړى.
146
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
پروىن قدرت د "عشق د جذياتو"،
نن هغه ځانته "روحي اضطراب" وايي.
د ژوندون يوه غريزه وه،
پرښته وه ،شني كميسې،
اوس هغه يوه "پرښته دمرګ د ډار" ده.
تور كميس يې اغوستىل.
عقل او فكر ،غالمي ستا ډېره كړې،
ستا ر كاب كې ځغليديل دي بې شانه،
توان قدرت ورپا تې نه دى،
نور پهره كوالى نه يش د بنديانو "...
په دې شانې،
دا اواز چې غږيدلو په جكړ كې،
ورو ورو چوپ شو.
خو د ځمكې نه دالندې د ماڼۍ په ژور تل كې،
يوه عظيمه هنګامه وه.
شور ماشور پورته كېدلو.
قهرمان په حساب پوه شو،
چې دا هر څه ترتيبات وو،
ديو چا راتلو دپاره،
تياري وه د يو چا پذيرايي وه.
دوزخيانو هلته جشن و جوړ كړى،
منتظر وو ،چې به كله رارسېږي،
پرښته د تروږمو اوس.
147
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دا زموږه پهلوان سرت ښه اګاه شو،
وپوهېد چې:
هغه واړه ارواګانې ،دوزخيانې،
قدرتونه د عشق ،مينې ،ازادي ټول،
زنداين په جېلخانو كې،
ياغي شوي انقالب كړي.
منتظر دي تروږمۍ ته:
چې بيا الړ يش،
كړي خراب د اورملبو كې كالګانې،
حصارونه،
سيالبونه هم روان كړي ،په دښتونو،
غرو رغونو
هم په خاورو كې اوار كړي،
معبدونه ماڼۍ ګانې،
د فنا په باد برباد كړي ،لوړ برجونه،
دېوالونه.
پرښته د تروږمو:
بله ورځ ،دا زموږه قهرمان سرت،
شو راپورته له درانه خوبه ناوخته.
د همېش په شان يې وكتل خپل ځانته آئينې كې.
خو هر څومره چې به ځري شو آئينې ته،
يوه څېره ناشنا ناشنا ورته ښكاره شوه.
ده ونه پېژاند ځان هېڅ.
148
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ځكه ځكه،
دده عكس په آئينه كې ډېر مغشوش و.
او عجبه خو ال دا وه:
په آئينې كې دا څېره ورو ورو روانه وركېدله.
هم په دې ورځ ،چې ماښام شو توره خړه،
را پيدا شوه له كوم ځايه،
راروانه ،پټه پټه ،غلې غلې،
يوه ناشنا زړه بوډۍ وه.
د ښار لويې دروازې ته ودرېدله.
څېره بده ،هم مرموزه.
هيوالوه بد منظرې،
تور كميس ،تور يې پرتوګ ،تور يې زړوىك د لوګي وو.
د ښار لويه دروازه شوله برسېره،
په خپل رس له خپل ځانه.
بوډۍ ننوته ښار ته.
دهغې هسكې ماڼۍ په لوري الړه.
خو ناشنا شانتې بوډۍ وه،
بې له دې نه چې قدم په ځمكه كښېږدي.
د ښايسته زينو نه وختله پورته.
بې له دې نه چې كوم مكث يا توقف كړي،
د مرمرو جګو ستنو نه شوه تېره.
ښايسته ځالنده قرص دروازې ته ودرېدله.
دې بوډۍ بيا،
149
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
نه زنځري د دروازې ورشنګولو،
نه يې وروټكولو،
ور برسېره په خپل رس شوه.
بوډۍ الړه ،شوه په قرص كې دننه.
دا ناشنا زړه بوډۍ خو،
څېره بده هم مرموزه.
سرت واكمنه پرښته د تروږمو وه.
دا راغلې وه د سرت واكمن ديدار ته.
خو ال اوس هم،
تيار نه و مالقات ته ،قهرمان سرت ۲ .
پرښته وه ور روانه ،ورنژدې شوه.
قهرمان سرت يې له السه ونيولو.
بيا موسكۍ موسكۍ كېدله.
څېره بده هم مرموزه.
بيايې وكړو اشارت ناشنا افق ته،
هلته دورې نامعلومه.
بيا يې ووې قهرمان ته:
-ځه چې ځو اوس!
قهرمان زموږ وډار شو،
له دې هسې نا اشنا مسافرت نه.
نو يې دا شانتې ځواب كړو:
زه خو دلته ميشته خوښ يم.
ددې ښار په دېوالو كې،
د ښاريانو د څراغ په پلوشو كې ۳
150
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
سرت واكمنې پرښتې ورته په نرمه ژبه ووې:
-خرب نه يې؟ چې اوس دلته خو څوك نشته،
نه كوم ښار شته ،نه ښاريان نه څراغونه!
قهرمان په زارۍ ووې:
اخر زه خو ،التراوسه،
په خپل ژوند پوه شوى نه يم!
نه لذت ما كوم ميندىل! نه ليدلې خوشايل ما!
ال ترننه ،ال تراوسه،
حتى نه دى پيدا كړى ،ما خپل ځان هم.
لږ فرصت راكړه چې الړ شم،
يو ځل شاته،
تريو شوو پړاوو ته بېرته ستون شم.
خپله وركه ،نامعلومه ،خو پيدا كړم!
بيا به ځم دررسه هر ځاى ته چې تلې.
دا زړه بوډۍ موسكۍ شوه ،په خندا شوه.
بيا يې ووې:
-خرب نه يې؟
اوس خو وخت ناوخته شوى دى بې شانه.
په شا تګ هم بې فايدې دى ،ستا دپاره.
ځكه ته به بيا تكرار كړې،
كړي كړي ګناهونه.
بيا به درومې ،ځغلې ځغلې،
ځانځاين پسې د ځان خپل.
هم په دې رساب پسې به بيا روان شې.
151
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
په اخر كې ،يو ځل بيا به،
ته راورسيږې دلته ،دې صحرا ته.
قهرمان په زارۍ ووې:
-ته غوږ كښېږده! ....
زه خو اورم يو اواز له لرې ځايه.
زه يقني لرم چې هلته په بېديا كې،
ما څوك غواړي ،ماته غږ كړي.
څوك زما په انتظار دي.
اجازت راكړه چې ورشم.
تپوس وكړم ،چې څه وايي؟
زه باور كړم ،كوم مهم پيغام لري زما د پاره.
بوډۍ بيا وموسكېدله ،په خندا شوه.
نو يې ووې:
-دا خو زه يم چې راوړى مې پيغام دى ،ستا د پاره.
يو پيغام د پيغامونو!
ته پخپله ښه پوهېږې،
چې په رسارس نړۍ كې،
اوس څوك نشته غري له ما نه.
چې اواز در باندې وكړي.
انتظا ر وي ستا راتګ ته،
يا پيغام كوم در ته راوړي.
كوم اواز
چې اوس ته اورې،
بل څه نه دي،
152
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د خزان بې رحمه باد دى،
زما دوست زما ملګرى،
چې را الوزي په غنو په اغزو كې.
قهرمان يو ځلې بيا پيل په زارۍ كړو:
-اخر دومره خو فرصت لږ شانتې راكړه،
چې يو ځلې ،د درياب غاړې ته الړ شم.
يو وار بيا متاشه وكړم،
د اسامن د آيب رنګه كنارو زه.
د سيند پورې غاړه تېر شم دورې دورې.
دا خپل ځان لږ شانتې هېر كړم.
څو شېبې لنډې خو وكړمه ژوندون زه!
لكه څوك چې هڅه كاندي،
كوم بدخويه ،ناكالره كوچنى په خوب باندې بېده كړي.
په دې شانتې ،دا بوډۍ هم،
مهربانه وه بې شانه.
په پسته ژبه لګيا وه ،نرمه نرمه،
په ورو ورو يې ورته ووې:
"اى زما د زړه واكمنه!
هر څه تېر دي.
اوس خو ډېر ناوخته شوى دى ناوخته.
د زړه رسه! ستا يادېږي؟
په هر الر چې تا ګوزر كړو،
پل معرب دې ورانولو.
په هر سيند چې تېرېدلې،
153
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
نو بيړۍ به دې سېځلې ،خپلې شاته.
تا ګومان كړو،
چې په دې شان دغليم الره شوه بنده،
هېڅ دښمن به ،په تاونه كاندي بريد نور.
په واقع كې ،ته خو هغه قهرمان يې،
چې دې خپلو فتوحاتو يې مات كړى ،مغلوب كړى.
اوس نه پل شته ،نه معرب شته ،چې پرې تېر شې.
نه كښتۍ شته ،نه زورقه ،چې په سيند دې پورې بايس،
الرې نشته،
ټولې بندې دي تړلې.
يګانه الر ،د خپل ځان د هېرولو،
هغه الر ده چې يې زه درته درښايم.
يګانه پړاو چې هلته،
د خپل ځان له جهنمه ،خپل ځان خالص كړې،
هغه ځاى دى،
چې زه اوس تا ،له خپل ځان رسه هلته بيا يم.
د لومړي كرت د پاره،
په خپل ژوند كې،
قهرمان په حساب پوه شو.
بينايي ورته پيدا شوه:
چې هېڅكله ،په عامل كې،
تښتېدىل هيڅوك نه يش له قسمته،
كه هر څومره نن سبا كړي،
154
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
رسنوشت ته،
بيا سبا دى ،بيا انجام دى ،خامته ده.
قهرمان په ژور تل كې دهستۍ خپل،
احساس وكړو:
چې مطلق يوازې پاتې دى يوازې،
او فقط يوه الره پاتې ،بله نشته.
هغه الر چې تللې تللې ،د ناشنا منزل په لوري،
په تورمتو تروږمو كې،
نامعلومه ،بې انجامه....
نو راپاڅېده والړ شو.
د تورتم په پرښتې پسې روان شو.
بيا را ووتل دوى دواړه،
د ماڼۍ له كنډوالو نه،
د لوى ښار له خرابو نه ،بيا روان شول،
الړل الړل كومې خواته نامعلومه...
---------------------------------
-۱د ژوند قدرتونه طبيعي عزيزي عواطف او هيجانونه.
-۲په خپل ځان میني شعور يواځې د مرګ په مقابل كې خپل تريخ حقيقت ته متوجه كېږي خو
ناوخته دى او حتى دا توجه هم صحيح نه وي.
-۳په خپل ځان میني شعور ټولنې او په ټولنه كې فرمانربدار ته اړ وي .دا برخه د تري شوي پړاو په بله
پرده او ساز كې انعكاس دى هلته د ميني د الهي دا خربې كوي او اوس يې د مرګ فرشته كوي.
155
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ځانځاين ښامار
دويم څرخ
156
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
157
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
پنځم پړاو
د ژوندون د چينې غاړه په تورتم كې
افالطوين سمڅه:
وايي وايي:
په قديم قديم يونان كې،
يو لوى ښار د سمندر په غاړه پروت و ۱
ښكىل ښار و ،
ملغلره وه نايابه ،له دريابه راوتلې.
بيا په دې سيمه راشنه شوه:
يوه ناشنا د ګلو ونه،
158
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
څو موده ښايسته سمسوره،
هم يې سيورى ،هم يې ګل كړ ،هم ميوې كړې،
تر څو وچه شوه خزان شوه.
دغه ونه ،د حكمت د ازادۍ د معرفت وه.
خو ال اوس هم ،دهغې ونې له تخمه،
كله كله راشنه كېږي ،نور ملكو كې،
ښايسته ښكيل ګلونه ،په باغو ځينې باغو كې.
لنډه دا چې:
په دې ښار كې يو سړى واوسېدلو،
لوى حكيم و ،افالطون د زمانې و.
سرتواكمنه د دې سيمې،
"منريوا" وه ۲
الهه دعقل او فكر د ذ كا وه.
زوړ حكيم بيا،
د دې سرتې الهې د باغ ماليار و،
د افكارو ښه ګلونه به يې كرل تل
د حكمت سمسوره ونه ،
به يې تل سمسور ساتله.
عمر يې تېر كړ په فكرونو په سوچونو،
د عامل پټ پټ رمزونه لټول ده،
يوه ورځ دا حكيم سرت،
خپلو خاصو شاګردانو رسه ناست و،
يوه ناشنا كيسه يې وكړه.
ده ويلې:
159
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
"شاګردانو!
در معلوم دى په جهان كې،
يو موجود په نوم انسان شته.
ښه خرب شئ،
دا موجود زنداين پروت دى په يوه سمڅ كې،
الس پښې كلكې تړلې،
مخ دسمڅې دېواله ته،
دغار خولې ته دده شاده.
خپلې شاته كتى نه يش.
او بهر له تورې سمڅې په بېديا كې،
يو لوى اور بل دى ملبې كړي.
د ملبو رڼا ترمخه،
راز راز ژوي هم جال جال شكلونه،
تل تېرېږي راتېرېږي.
د دوى سيوري بيا ورځې ننوځي مغارې ته،
په دېوال باندې پرېوځي.
زندانيان د مغارې چې هلته ناست دي،
كلك تړيل،
فقط ويني هغه سيوري ،تور شكلونه،
چې تېرېږي راتېرېږي،
د هغه دېوال دپاسه.
زندانيان په دغه سيورو،
بيا ګومان د حقيقت كړي.
شاګردانو! دا انسان دى.
160
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دا جهان د ظواهرو د ده سمڅه ده زندان دى.
حقايق يې ټول اوهام سيوري اشباح دي.
شاګردانو!
كه انسان رښتيا طلب د حقيقت كړي،
نو په كار دي ،چې راپاڅي،
زنځريونه خپل خپل مات كړي،
له زندانه خپل راوځي،
بيا بهر له سمڅې هلته،
متاشه د جهان وكړي،
په رڼا د حقيقت كې ۳ "...
دا كيسه ناشنا كيسه د زوړ حكيم وه.
161
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
نژدې هلته ،د عامل له پيدايښته،
د يو رود كوږو وږ بسرت و په ډبرو كې وچ شوى.
نور څه نه وو...
بله دا چې:
زندانيانوهرې خواته پام نظر كړو،
خو هېڅ ىش يې مونده نه كړ.
بس يوازې،
د خزان مازيګرى ډك له خپګانه،
تور ماښام خړه تياره وه.
نور څه نه وو...
نه اسامن كې رڼايي كومه ځالنده،
نه په ځمكه كوم چا اور چېرته بل كړى.
نو دوى پوه شول،
چې رڼا هره رڼا كه چېر ته وي هم،
هغه هم پټه پرته ده،
د تور غار د ژور تل په تروږمو كې ۴
نور باقي داستان عجيبه په دې شان دى...
162
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
رڼاګانې به له غرو راكوزېدلې ،په دښتو به خپريدلې.
ورپسې به بيا روان وو تورتم سيورى.
رڼاګانې به يې دورې ځغلولې ،خړولې،
د رڼا لښكر به مات شو ،تروږمۍ به عامل ونيو.
بيا تر شا به يو ناڅاپه د رڼا لښكر راووت.
بيا به سيوري ځغلېدل پناه كېدل تل.
د تورتم او د رڼا دې تلو راتلو،
ځغلېدو راځغلېدلو،
الروى لږ خربولو،
چې شپې ورځې دي روانې درومي درومي،
خو خرب له دې نه نه و،
چې له كوم ځايه راځي دوى،
په دې هسې بيړه بيړه،
چېرته ځي د څه دپاره؟
بيا به كله،
يو احساس ۵شیبه اميد ،نژدې اميد ته ورپيدا شو.
نو خپل ځان ته به يې ووې:
زه ګومان كړم چې اخر به،
په دې سيمه څوك راپېښ يش.
په دې خوا به ګوزر وكړي.
له ملكونو دورې دورې دلته رايش مسافر كوم.
د هغه دورې پراته هېواد كيسې به راته وكړي.
ښايي ښايي چې دورك سمندر غاړو نه خرب وي.
زه به وكړم ترې پوښتنه:
163
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
مسافره ستړى مشې!
په خري راغلې له اوږدو اوږدو مزلو.
راته وايه!
تا خو كړى په ناشنا سيمو ګوذر دى.
په دې خپل اوږده سفر كې كومه ورځ،
مازيګر ماښام ماښام خو به تري شوى چېرته نه يې،
كوم يو كيل نه نژدې ته؟
او بيا هلته ،تا به نه وي څوك ليديل،
لويې الرې په رسناسته،
چې اغوستى شني كميس و؟
او بيا هغې شني كميسې،
تا ته هېڅ پيغام درنه كړ؟
د خپل دورې مسافر تپوس يې وكړو كه ونه كړو؟
د كوم ورك سمندر غاړې يادې نه كړې؟
زه بېرېږم چې څو زه هلته رسېږم،
ماښام تېر شپه به نږدې وي،
او هغه به له ډېر زياته انتظاره،
ستړى شوى وي ستومانه،
پاڅېدلې چېرته تللې.
بيا په توره تياره شپه كې به يې څنګ پيدا كومه.
مسافر به جواب راكړي:
-هو – راياد شو.
ما يوه ورځ له سهاره تر ماښامه مزل وكړو.
مازيګر ملر پرېواته بيا،
164
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
سخته تنده ستومانتيا وه شونډې وچې،
رس تر پښو په دوړو پټ وم.
په يو كيل مې ګوزر شو.
نژدې هلته ،د هغې الرې په خوا كې،
يوه د خاورو ډېره ګۍ وه،
پاس پرې ناسته يوه ناشنا عجيبه ښكلې.
شني كميس يې و په تن كې،
يو منګى ډك د اوبو يې خوا كې پروت و.
ما ته ځري شوه په كتو شوه،
خو هېڅ څه يې نه ويلې.
زما سرتګو ته يې كتلې په ژور ژور نظر خو،
دې زما له نظر ها خوا بل كوم دورې ځاى ليدلو.
بيا يې خپل منګى راواخيست د اوبو ډك.
زما تنده وه بې شانه.
دواړه السه دواړه لپې مې ور وړاندې په دعا كړې.
دواړه لپې راته ډكې داوبو شوې.
دمنګي يخې اوبه رڼې اوبه مې ډېرې وڅښې ډېرې وڅښې،
بيا مې نورې په رسباد كړې په مخ باد كړې.
خو ناشنا عجيبه ښكلې،
په خوله هېڅ ونه ويلې.
زه هم چوپه خوله په خپله الر روان شوم.
تلمه تلمه ،خو له دورې مې يو وارې،
د اخر كرت دپاره خپلې شاته وكتلې.
هغه ښكلې په هغې خړه تياره كې د ماښام تور،
165
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
هلته ناسته وه ،الناسته،
د چا الره يې څارله.
الروي بيا،
خپلې شاوخوا ته ښكته پورته پام كړو.
ځانته يې ووې:
"ښه پوهېږم ښه خرب يم،
چې په دې الر به تېر نه يش،
كوم سياح كوم جهانګرد هېڅ
ځكه دلته كومه الره ،نرۍ الر نه ده راغلې.
نه له دې ځايه كوم بلې خواته تللې.
رسه له دې هم،
كه سياح كوم خپله الره كاندي وركه،
او په دې سيمه راپېښ يش.
كه هم ستړى وي ستومانه،
په يقني چې دى به تږى وي بې شانه،
دغه تنده به مجال ورته ورنه كړي،
چې ددې وچ رود په غاړه دمه وكړي.
نابلد ملګرى
الروى د نيمو شپو و،
د غار تورې خولې ته ناست و،
166
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دا وينايې ځانته وكړه:
-دا اوږدې اوږدې مزلې چې ما وكړې.
له بې شامره هېوادونو نه راتېر شوم،
دا مزلې وې بې ځايه.
په بې الرو خطا الرو يم راغىل.
نه پوهېږمه چې كله په كوم ځاى كې،
اصيل الر شوه رانه وركه،
او راسم په دې دښتو شړو مريو شوم؟
چاره نه وه ،ما خو هېڅ كوالى نه شو.
زوړ اشنا مې و ملګرى همسفر و،
الرښودنه يې كوله.
وې :بلد ميه په ټولو سموالرو.
خو افسوس چې بلد نه و ،نابلد و.
دې ملګري زوړ اشنا خو،
په نړۍ كې بل هېڅ يش ته نه كتلې.
پام يې كړلو ايك يوازې،
خپل خپل ځان ته ځانځانۍ ته.
چې په الر كې به يې كله ،له كوم چانه تپوس وكړو،
د خپل ځان د ځانځانۍ تپوس به يې كړلو.
يو هدف و بس له ده رسه هغه ځان و،
يو مقصد له ټولو پورته :ځانځاين وه.
ځانځاين به چې په هر لوري جوالن كړو،
دې ملګري به په هغه خوا ميالن كړو.
ځانځاين به چې په هر طرف اقدام كړو،
167
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دې ملګري به هم زر په هغه لوري پورته ګام كړو.
ځانځاين چې به په هر څه كې تكل كړو،
دې ملګري به هم دا شانتې تكل د الرې مل كړو.
دا ملګرى اوس چوپ شوى غىل غىل.
ګومان كړم چې آخر پوه شو.
دا چې موږ دلته دې ځاى ته رسېديل،
په بې الرو شړو الرو يو راغيل.
مګر اوس هم خرب نه دى،
چې نه موږه كوم يو چا يو غولويل،
نه كوم سهوې اشتباه يو دې صحرا ته راښكوديل.
دا قسمت و رسنوشت و،
چې پخپل الس مو د ځان دپاره جوړ كړو.
ځكه ځكه:
هغه وخت چې دا ملګرى هسې هسې مې دخپلې الرې مل كړو،
بيا نو بله چاره نه وه،
غري له دې نه ،چې په دغه الر روان شو،
دغه الر چې الره نه وه،
غري له دې نه چې راورسېږو هسې دمه ځاى ته،
دمه ځاى چې په كې ځاى د دمې نشته.
د دې زوړ اشنا ښودنو الرښودنو،
زما سرتګې نابينا كړې.
كه نه كوم وخت چې مو ځان سمبالولو،
په سفر مو پيل كولو،
هم له هغه وخته دا ټىك معلوم و،
168
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
چې دتګ الره روښانه رڼا نه ده.
ښې اوږدې سختې مزلې په تورتم كې،
زموږ مخې ته پرتې دي.
169
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ما باور كړو.
تا ويلې :زه واكداره هم د ځمكې داسامن يم.
مامنله.
تاويلې :د ستاينې د منانځنې وړ خو زه يم.
ما سجدې درته كولې.
د ژوندون له رسچينې نه دې زه بوتلم دورې دورې،
په دښتو شړو ډاګونو،
په ځوزانو په اغزو كې رسګردان شوم.
اوس نو وايه چې څه وكړم؟
ماته نور څه پاتې نه دي.
د دې دښت غنو اغزو مې پښې ډېرې دردولې.
د دې غرونو تېرو تيږو ميه ژوبل ژوبل كړى.
اوس په دې پښو لينګو كې چې زما دي،
نور مجال نور طاقت نشته،
چې يو ګام بل ،يو قدم بل ،نور په تا پسې در واخيل.
چاره نشته.
مخه ښه دررسه كړمه جدا كېږو يو له بله.
زما دوست زما ملګريه!
د وداع په دې فرصت كې،
كه ګيلې بيانېدى يش يا كېدى يش،
نو بيا زه ګيلې كوى شم ،ته يې نه شې.
كه شكوې شكايتونه اوس كېدىل،
شكايت شكوې به زه كړم ،ته به يې نه كړې،
خو افسوس چې،
170
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
اوس مجال نه د شكوو شته،
نه فرصت د ګيلو پاتې.
ځكه وينم هلته دورې.
د شفق رنګني شفق په كنارو كې.
يوه پېښه حادثه لويه روانه.
د ناشنا مرغه څانګونه ،تور څانګونه پرې خپرېږي،
تورتم كېږي.
هم غرهار هم شور ماشور له دورې اورم.
كوم جكړ توپان په بيړه را روان دى هيبتناكه،
رارسېږي
د دې تورې مغارې په ژور تل كې،
هغه واړه شورشيان ټول،
مينان د ازادۍ چې:
د دې غار په ژور تل كې بند پراته زنځري تړيل،
هغوى ټول اوس ياغي شوي،
زنځريونه يې شكويل،
منتظر دي تروږمۍ ته.
چې بيا تا له ځان رسه بوزي،
د تورتم دنيا په لوري نامعلومه.
زه به دلته منتظر په مته ناست يم،
تر څو بيا پرسىل رايش.
بيا يو ځلې سپني سبا يش،
يو ځل بيا دنيا رڼا يش.
171
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
172
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ښه ده ښه ده،
هېڅوك نشته.
په دې زخم به څوك نه دوړوي مالګه د زړه سوي بيا،
نه به څوك وي،
چې زما په پرهار توى كړي،
ترخه زهر د زړه خوږۍ ،شنه سنكيا دهمدردۍ هم.
173
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ځانته يې ووې:
د قسمت او رسنوشت او خدايانو،
فقط يو ځواب پكار دى،
دا ځواب يوه خندا ده،
يوه خندا هسكه خندا چې:
ځمكه ځمكه په لړزه كړي،
دړې وړې هسك اسامن كړي،
اوښكې الړې په كالر شوې.
ورو ورو لړې شوې غبار شوې،
وركې وركې تار په تار شوې،
دا پرده وشوله پورته،
دارسارو له جهانه.
دا هيجان داسې توپان و،
تا به وې چې يو لوى بند ،داوبو بند و،
له تهدابه راچاودىل نړېدىل راويران شو.
په مودو ډنډې اوبه هلته والړې،
الړې الړې په څپوڅپو سيالب شو،
لوى ډاګونه سرت دښتونه يې كړه الندې.
174
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
الروي ته شوه معلومه دا خربه،
چې رسمسته مينان د ازادۍ ټول،
هغه واړه شورشيان ياغي ياغي هم،
را روان دي.
هم خدايان د هيجانونو عواطفو،
بيا راځي يو وارې بېرته راستنېږي،
د ده خپل شور او فرياد خو،
د هغوى د راتګ زېرى شور ماشور و.
د ارسارو كييل پټه وه ،د زړه په سوز او درد كې.
لكه څنګه چې رڼا د سپني سبا څريې كوي تل د تورتم زړه،
ده هم دا شانتې كړه څريې د اوهامو پرده توره
لكه څنګه چې سكروټې پرتې پټې په ايرو كې،
كله كله راملبه يش،
دى هم داشان را والړ شو له ايرو نه،
د هستۍ خپلې هستۍ خاورو ايرونه.
لكه مار چې زوړ پوټىك خپل ايله په مېږتون كړي،
ده هم دا شانتې دهغې سمڅې خولې ته،
د خپل ځان د خپل وجود يو زوړ قالب ورووست،
كړو غوځار دورې له ځانه.
175
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
چې د ژوند له رسچينې نه ،په بې شامره پړاوونو دورې پروت دى.
خو ناڅاپه يې كتل چې ،د چينې په غاړه ناست دى.
په هغو ناشنا شېبو كې چې سكوت و،چوپيايي وه،
ټول وجود يوه صحرا وه،
يوه صحرا دبېدردۍ وه ،چوپ خاموشه،
ناڅاپي يوه رڼا و برېښېدله.
بيا غرهار شو،
يوه چاودنه لويه لويه چېرته وشوه،
هلته لريې د وجود په لوى تونل كې ور دننه.
الروي خپل ځانته ووې:
"چې داوښكو څاڅيك څاڅيك راروان شول اوس له سرتګو،
نو يقني دى:
چې د خوړ په وچ بسرت كې به روان يش ډك رودونه ،اوبه مستې.
چې په زړه كې د سوزونو د دردونو اور ملبه شو،
چې فرياد چيغه شوه پورته له سينې نه،
نو باور كړم:
چې باغونه به سمسور يش او مرغۍ په شورماشور يش،
چمنونه به زرغون يش،
غرڅنۍ به يش روانې مستې مستې".
الروي احساس كولو چې سهار را نژدې شوى.
د ژړا نه تر خندا پورې پرته ده لنډه الره،
لنډ مزل دى.
الروي خپل ځانته ووې:
" -څه موده به تريه نه وي،
176
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
چې راجګ به له كوم خوا باد سبا يش.
دا استازى د رڼا به الوته كا ،په دښتونو غرو رغونو.
بيا به رسې يش بيا به سپينې ،دافق كنارې دورې.
دمرشق له رسه پالنګه به رڼا كړي رس راپورته.
الهه د پرسيل به بيا روانه خرامانه په دښتو،شنو چمنو يش.
او هم زه به د خپل تورې شپې سفر دلته متام كړم.
بيا به كړم اوږدې مزلې له سبا رسه.
لويې الرې به اشنا وي،
پړاوونه به رڼا وي.
177
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
چې دورك سمندر غاړو نه خربوي.
هم د لريې هېوادو نه پيغامونه وررسه وي.
نه به رس كاندي راپورته،
د افق له كنارو نه سپني سبا هم.
واړه الرې چې ورتلې د ښار په لوري،
هغه واړه پټې شوې ،وركې شوې په ځوزانو په اغزو كې.
بله الره پاتې نه ده.
غري له هغې لنډې الرې چې د غار خولې ته ورتلله.
بل سفر په مخكې نه و،غري له دې ناشنا سفر اوږده سفر نه.
چاره نه وه ،غري له دې نه چې روان يش،
الړ يش كوز يش ژور تل ته په تورتم ،تورتم دنيا كې.
ځكه ځكه ښكارېدله:
كه رڼا كه پلوشې وې،
كه منبع درڼا ګانو چريته وي هم،
هغه هم پټه پرته ده د تور غار په تروږمو كې.
زېږنځاى د ښامارانو:
الروی د نيمو شپو نور خرب نه شو،
چې په څه شانتې روان شو ،د تورمتې مغارې د خولې په لوري.
د ماښام ښاپريكو ځالنده سرتګې بې حسابه ورته ځري وې.
د تورتم پهره داران وو ،هلته ناست ده ته يې كتلې.
غټوغڼو هرې خواته وو جالونه اوار كړي.
تنابونه راښكوديل كلك تړيل.
الروى په ځان پوه نه شو چې له دوى نه څنګه تېر شو.
178
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
الړو ،الړو....
فقط دومره په ځان پوه و.
چې احساس د بريې ډار هېڅ وررسه نشته
بيا ليدل ده،
چې روان قدم قدم و ،كوزېدلو له زينو نه،
په نرمۍ په آرامۍ ډېر.
دا زينې وې هم اوارې هم پراخې.
د زينو رنګ معلوم نه و.
هم احساس كړو الروي چې،
د قدم الندې څه نشته.
نه ډبره كومه ځمكه كلكه سخته.
تا به وې چې هرې خوا ته هر څه موم دي.
يوه ماده پسته سياله هم بېرنګه.
ده ګومان كړو وزن يې نشته،
د بڼكې په شان سپك دى.
په لړزه لړزه روان دى.
په ورو ورو ښكته سقوط كړي.
دغه ځاى يو هسې ځاى و،
چې نه تود و او نه سوړ و،
نه رڼا و نه تورتم و.
دېوالونه ښكاره نه وو.
شاوخواته هر څه ورك پناه پناه وو،
په مغشوش خړ پړ منظر كې.
خو يوازې هلته دورې په يو ځاى كې،
179
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د تورتم په ژور پاى كې،
يوه كوچنۍ شانتې رڼا وه ځلېدله.
180
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دغه سمڅه ژوندى روح وه الشعوره،
په سكوت په آرامۍ كې يې ژوندۍ د خيال دنيا وه.
دغه سمڅه ژوندى روح په خوب بيده وه،
هى لګيا وه څه خوبونه وررسه وو روياګانې يې ليدلې،
د خيالونو تصويرو په جوړولو كلكه بوخته.
ځانځاين ښامار
بې حسابه غټ چيمجي كوچني چيمجي وو په اوبو كې،
ښكته پورته ښورېدل ټول خوټكېدل ټول.
الروى ورته ښه ځري شو،
نو ليدل يې چې چيمجيان واړه چيمجيان ټول،
يو دبل په ځان اخته وو ،يو د بل په خوړو بوخت وو.
هى لګيا وو يو به يو خوړ بل به بل خوړ.
څريول و،ماتول و ،خړول و.
متاشه وه وحشتناكه لړزوونكې.
بيا به ورو ورو په چيمجيانو كې يو غټ شو.
نور چيمجيان به يې خوړل ډېر.
بيا به نور هم غټېده قوي كيدلو.
دا چيمجى به لوى ماهي شو ،مار ماهي شو.
جسامت به يې غرونه غرونه د نهنګ شو.
هى چيمجيان به يې خوړل ټول،
د تور ډنډ اوبه به يې څښلې.
ولږه تنده به يې نوره زياتېدله.
بيا پيدا به يې پښې كړې،
هم تېرې تېرې منګولې ،هم وزرې ،هم څانګونه.
هم اور بوز ،هم اوږدې داړې ،تېز غاښونه.
دواړه سرتګې به يې د وينو كټوري شول.
له سپېږمو نه به يې د اور ملبې ختلې.
د چيمجي نه به غر جوړ شو.
نور په ډنډ كې نه ځاېدلو.
نو په ورو ورو به روان شو.
182
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
له تور ډنډ نه به راووت.
بيا به تللو پورته پورته.
د تورمتې سمڅې خولې ته.
183
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
خو له دورې هلته دورې،
ال هغه شان ځلېدله ،رڼاګۍ كوچنۍ ناتوانه.
الروى د نيمو شپو بيا،
چې هر څو نژدې ورتللو،
رڼاګۍ به دورې تلله ،دورې دورې ځلېدله.....
رس االرسار
الروى د نيمو شپو نور،
له خپل ځان خرب نه شو چې څه وشو؟
واړه ځمكې اسامنونه رسه يو ځاى شول،
يو په بل كې شوه دننه.
هم مكان زمان پيوند شول يو له بل رسه.
بيا مايض او مستقبل هم.
دعلم بې انتها دورې قطبونه رانژدې شول.
يو له بله رسه غاړه په غړۍ شول.
د هغه حال په شيبه كې،
ټيټ او پاس له منځه الړل،
هم مفهوم د نږدې واىل لرې واىل ورك نابود شو.
الروي د نيمو شپو ناڅاپه وليد،
چې دفرت دزمانې ورته برسېره مخكې پروت دى،
د آغازه تر انجامه.
كاينات بې انتها هم،
له ذرې تر كهكشانه يوه صفحه شوه،
184
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
بيا د ده له نظر تېره په يو دم شوه،
دا عامل يوه لحظه ابديت شو،
هر څه هست وو ،هر څه نيست وو ،په يوه لحظه شېبه كې.
يو كيهان بې انتها و،
بې حساب كهكشانونه ،غبارونه.
جوړېدل پكې ملر ،ستوري نظامونه،
څرخېدل بيا ،ځلېدل بيا ،وركېدل پناه كېدل بيا.
د ذرې زړه كې رڼا بې انتها وه،
پكې بل لوى لوى اورونه.
چراغو هلته نڅا كړه،
مشعلو هلته ګډا كړه.
دا سپرغۍ وې هرې خواته د نګېدلې،
بيا د شپې په تروږمۍ كې وركېدلې.
بيا به نور اورونه بل شول،
نور جشنو نه به رشوع شول.
ټول سيندونه دريابونه يې ليدل چې،
څنګه درومي ،له كوم ځايه را روان كوم خوا روان دي،
هم ليده يې سمندر چپې چپې سرت،
چې موجونه غرونه غرونه،
زغلېدل په كومې لوري؟
كومو غاړو ساحلو باندې لښكرې؟
انسانان يې له نظره تريېدل ټول،
له آغازه تر انجامه،
چې له كومه پيدا كېږي،
185
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
عراده د رسنوشت كومه را كاږي،
چېرته درومي بيا څه شانته فنا كېږي؟
په دې هر څه كې معلوم يو حقيقت ورته ښكاره شو.
كه زمان و كه مكان و،
هغه واړه بې معنى وو.
كه معنى وه فقط يوه وه دا معنى بې معنايي وه.
ځكه ځكه
كه هر څومره دمايض په لوري الړو دورې الړو،
كه يې سري وكړو په حال په مستقبل كې،
د زمان له درياب پورې پورې غاړه هر څه هېڅ وو.
بې شامره كيهانونه ،بې حساب كهكشانونه بل څه نه وو.
جزيرې كوچنۍ كوچنۍ وې ،ټاپوګان وو..
په درياب كې نامحدوده ،نامفهومه.
د مكان له درشل ها خوا هر څه تش هر څه خايل وو:
له دې همه واړه تېر شو بيا راتېر شو.
د ذرې په زړه كې ننوت دننه.
هلته هم هغه درياب و نامحدوده نامفهومه.
بې حسابه كيهانونه ،بې شامر كهكشانونه.
جزيرې وې ،ټاپوګان وو،
له دې ټولو يو ځل تېر يو ځل را تېر شوو
خو په هر لوري چې تللو،
بس يوازې يوه مانع وه ،يو حايل و،
الروى وررسه هر ځاى مخامخ شو.
دا حايل فقط نشتواىل د معنى و ،د مفهوم و.
186
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دا حايل نه و ،دېوال و،
ګري چاپريه ،پاس او الندې،
له عامله چاپېر شوى.
دا دېوال د ال يعني و.
----------------------------------------
-۱د اتن ښار د هرن ،شعر ،ډرامي ،فلسفي او دميوكراسۍ زانګو.
Minerva -۲په رومي اساطريو كې د عقل او ذكا الهه ده چې د هرن مالتړ هم کوي.
-۳د افالطون د جمهوريت پنځم كتاب.
-۴يعنې هغه رڼا چې افالطون په مافوق انساين جهان كې لټوله ،هغه هم دننه د انسان په تور تم طبيعت
كې پرته ده.
-۵د رښتيني انساين عشق او مينې احساس.
187
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
شپږم پړاو
188
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
189
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
الروي يوازې يو احساس كوو چې:
بيړه بيړه عجله جلتي پكار ده،
منډې منډې رضوري دي.
ځانته يې دا وينا كوله:
" -زه بېريږم ډېر بېريږم،
چې به خپل منزل ته ورسم كه نه؟
كه هم ورسم مقصد ته،
نو ډاريږم چې فرصت به وي تري شوى،
هم به وخت ناوخته شوى وي بې شانه،
بيا به څرنګ خربوم زه د ښار خلك،
چې ښامار بيا را روان دى،
راستنېږي رارسېږي،
ما خو تل وييل ځانته:
دا اوږدې اوږدې استوګنې په ښارو كې،
ښه كارنه دى.
يو خطر لوى پكې پروت دى ،يو ناڅاپه را والړ يش.
زه حريان يم.
ښاريان ولې نه بوګنېږي نه ويښېږي؟
ولې نه اوري د ويښ زړه په غوږونو،
پيغامونه پټ پراته په افسانو كې؟
دا خربې الروي ځانته كولې،
انديښنو كې ډوب روان په منډو منډو.
نه پروا وررسه د غنو د اغزو وه.
نه سودا وررسه د الرو د بې الرو.
190
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
بله ورځ چې مازيگر نژدې كېدلو،
نو له ورايه راښكاره شوه په صحرا كې،
ابادي د انسانانو.
ما ڼۍ ګانې منارې لوړې ګنبدې،
د ټاپو په شان درياب كې ځلېدلې.
څنګ چې ملر په پرېوتو شو،
الروى دنيمو شپو ستړى ستومانه،
تږى وږى شونډې وچې ،پټ په دوړو،
اخر ورسېد خپل ښار ته.
الروى په لويه الر باندې روان و،
ورو ورو ښار ته ورنژدې شو.
چې كتل يې،
په بېديا كې ،دهغې الرې په غاړه،
هلته ناسته وه په خاورو،
يوه پېغله نازنينه،
زوړ كميس يې اغوستىل شني بخن و.
اوږدې زلفې پريشانې،
نرمې نرمې دصحرا باد ښورولې،
دغروب په رسه رڼا كې يې د رسو زرو شغلې شغلې كولې.
يو منګى ډك داوبو يې خوا ته پروت و.
بيا دا پېغله نازنينه،
الروي ته په ځري ځري شوه،
په شېبو شېبو يې ده ته وكتلې.
تر څو ناڅاپه موسكۍ شوه په خندا شوه.
191
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
تا به وې چې.
له كوم وخته چې عامل راپيدا شوى،
دغه پېغله نازنينه هلته ناسته،
د خپل ورك مسافر الره يې څارله،
د خپل ژوند او دهستۍ له ژور تل نه،
مته مته منتظره وه ديدار ته،
د دې هسې رسګردانه مسافر خپل،
چې دا اوس و ،دغه ځاى ته خپل منزل ته رسيدىل.
الروي نا څاپه وليد،
چې دورك سمندر غاړې،
دهغو ايب چشامنو په درياب كې،
نژدې هلته ښكارېدلې.
د ژوندون صبح صادق يې،
دهغو رنګينو شونډو په افق كې،
ځلېدلو خندېدلو.
ناشنا پېغلې نازنينې،
شني كميس څريې ګرېوانې،
اوږدې زلفې پريشانې،
كړو راپورته خپل منګى په دواړو السو،
الروي هم دواړه السه كړه ورپورته،
په دعا شو،
دواړه لپې ورنژدې كړې.
پيغلې تويې ورته اوبه كړې له منګي نه،
يخې يخې رڼې سپينې،
192
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
الروي كړه تنده ماته خپله خپله،
بيا اوبه يې لپې لپې،
په خپل مخ او په خپل رس هم وشيندلې.
خاورې دوړې د دښتونو بيابانو،
الړې الړې صفايي شوه.
د صحرا غبار ګردونه ،ټول دردونه زحمتونه،
ورك پناه شول او نابوده.
الروي په زړه كې داسې زمزمې كړې:
"جينۍ د زړه په كور كې ناسته.
ما په دښتو شړو مريو كې لټوله.
يخې اوبه دلته منګي كې.
زه وچې شونډې په صحرا كې ګرځيدمه" *
چې بيا وروسته،
الروي د دې ناشنا پيغلې تپوس د حال احوال كړو،
د ښار خلكو ورته ووې:
"هغه پېغله زوړ كميس څريې ګريوانه،
چې دالرې په رسناسته وي ملنګه،
د هغې نوم خو ليىل دى"،
193
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
يو خندك ،ژور خندك و كيندل شوى.
هم تاو شوى ترې دېوال و،
يو بې شانه لوړ دېوال و،
يو بې شانه لوړ دېوال پلن،
ځاى په ځاى پكې برجونه تري كښونه.
الروى متعجب شو پرېشانه.
بيا د لویي دروازې نه الړو تري شو ،ور دننه شو په ښار كې.
ها خوا دې خوا يې كتلې:
هېڅوك نه وو،
كوڅې تشې الرې تشې،
د كورونو دروازې كلكې تړلې،
هر خوا چوپه چوپيايي وه.
په دې وخت كې را پيدا له كومې خوا شو،
يو سړى و ،شا يې كړوپه ،مال يې كړو په،
هم په دواړو سرتګو ړوند و.
يوه امسا يې لګوله ،رانږدې شو.
الروي ترې تپوس وكړو:
" -د دې ښار ماشومان څه شول؟ چېرته تليل؟
نه اواز دخندا ګانو ،نه د لوبو شور ماشور شته"،
په شا كوپ ړوند په خندا شو.
يوه خندابده خندا ترخه خندا وه.
نو يې ووې:
194
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
"له تپوسه دې ښكاريږي،
چې راغىل له كوم ځايه نا اشنايې،
اجنبي يې ،مسافر يې ،نا بلده،
بې خربه د دې سيمې له رسومه له رواجه.
په دې ښار كې،
ماشومان بې ځايه نه ګرځي كوڅو كې،
زموږ سرت واكمن په امر،
ماشومان له كوچنيتوبه روزل كېږي،
چې تور زن يش ،مېړين يش ،جنګيايل يش،
دهېواد جنګ ته تياروي،
خپل محبوبه فرماندار ته وفادار وي"،
الروي چې دا خربې واوريدلې،
نو دچورت په ډنډ كې ډوب شو،
اندېښمن شولو بې شانه .
ځانځاين ښامار
يوه ماڼۍ هلته والړه هسكه دنګه،
زينې ،ستنې رواقونه د رخامو د مرمرو.
هم د هغې ماڼۍ خواته،
يومعبد و باشكوهه.
هم يوسرت بوډا راهب هلته والړ و،
ژېړ كميس ،اوږد كميس يې و په تن كې،
ډېر ځوانان هلته لګيا وو
د راهب تر فرمان الندې.
د معبد په خدمت بوخت وو.
الروي چې دا حال وليد،
بې اختياره په خندا شو.
ځكه ځكه دا داستان هسې داستان و،
چې ده چريته اوريدلې په بل ځاى كې مكرر و څو څو واره.
الروى په حساب پوه شو،
چې ده ځان رارسوىل دى منزل ته،
خو ناوخته ډېر ناوخته دى راغىل.
اژدها توره بال له ده نه مخكې،
ډېره مخكې رسيدلې ،په دې ښار ده كښېناستلې.
په دې سوچ كې ډوب والړ و،
تر څو ناڅاپه يې پام شو،
چې ټول خلك هك حريان هلته والړ دي،
ده ته ګوري متاشه كړي.
سرتې ښځې ځغيل ځغيل ترې پټېږي،
مخ ترې اړوي له رشمه
196
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دى له ځانه خرب نه و:
چې په سمڅو مغارو كې،
د اوږدو اوږدو استوګنو په مودو كې،
ټول ويښتان يې اوږده شوي ،رسبرب ،ږيره بربه،
ويښتان هر خوا ځوړند ځوړند.
په صحرا په بيابان كې،
د اوږدو اوږدو مزلو په دوران كې،
الروي د تن جامې وې څريې شوې،
بيا ټوټې ټوټې نښتلې پاتې شوې په ځو زانو په اغزو كې،
الروى ښار ته راغىل لوڅ لغړ و.
هم په دې اوږده سفر كې،
الروي نه هېرې شوې وې خربې ډېرې ډېرې.
د ده هېرو دلوڅ توب او بربنډ توب معنى مفهوم ټول.
دى حريان و چې څه پټ كړي؟
او دا څه له چانه پټ كړي؟
هغه څه چې ده مونديل وو له ځان رسه راوړي،
له هغو نه مقصد داو چې ښكاره يش بې پرده يش.
نو دا ځكه:
الروى په هغه ښار كې هرې خوا الړو مشهور په لېونتوب شو.
د ښار خلكو به ويلې :دى مجنون دى.
197
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د ښاريانو په ژړا به خندېدلو.
كله كله به د دې سيمې واكدار لوى فرماندار سرت،
د جنګونو فتوحاتو نه راستون شو،
توره ډال به يې تر مال وو،
پوالدي زغره په تن نېزه په الس كې،
په تور اس به سپور روان و.
ښځې نر واړه زاړه به راوتل پذيرايۍ ته،
قطارونه به د لوى الرې په غاړه دريدل د مخلوقاتو.
هلهلې وې شور ماشور وخوشايل وه.
ټولو خلكو به دايوه چيغه وهله:
"ژوندى اوسې تل تر تله اى زموږ ګران قهرمانه!
جانشني د سرت ايګو سرت پهلوانه!
رب دې دركړي تاته عمر جاوېدانه!"
الروي به تل ژړلې ،په دې هسې خوشاليو.
چې به كله باغي شوي مينان د ازادۍ د رسمستى.
كلك تړيل زولنو كې ،زنځريو كې
په راښكو راښكو روان شول،
زندانو ته ځمكې تل كې،
نارينه به ډېر خپه وو ډېر غمګني وو،
ټولو ښځو ماشومانو به ژړلې.
الروى به خندېدلو
نو به خلكو يو له بل رسه ويلې:
"دا سړى خو لېوىن رښتيا مجنون دى!"
198
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
هغه څه ته به چې نورو ډېر ډېر پام كړو،
الروي به ورته هېڅ اعتنا نه كړه.
بيا كوم يش ته چې به نورو نظر نه كړو،
الروي ته به بې شانه با ارزښته ښكارېدلو.
د ښار خلكو رسه شوق و،
د مرغو د ښكار كولو ،قتلولو.
الروي به د مرغانو شورماشور ته غوږ نيولو،
هر ماښام هر مازيګر تل.
له دې كاره به هيڅ نه ستړى كېدلو.
د ښار خلكو به له ونو نه مېوې راټولولې،
لوى خاښونه څانګې سټې ماتولې پرېكولې.
الروي به په مودو مودو يوې پاڼې ته كتلې،
چې په څه شان د وږمې په غېږ كې ناڅي
څه رنګونه،
څه بې شانه رڼاګانې په دې پاڼه كې ځلېږي؟
نور به يې هيڅ ىش نه ليدلو.
له دې هسې متاشې نه الروى نه مړېدلو.
د ښار خلك يو پر بل پورې نښتي،
يو د بل په ښو او بدو تل اخته وو.
الروى به په يو كنج كې غىل كښېناست،
رس دننه په ګرېوان كې چوپ خاموشه،
ځان ترې هېر و ،اسامن ځمكه به ترې هېر وو،
ځكه د ښار خلكو به ويلې:
دا سړى رښتيا مجنون دى.
199
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ځينو ځينو به هم دا بيان كولو:
"دا سړى خو لېوىن دى.
ولې ولې ازاد ګرځي؟
څوك يې ولې نه تړي په زنځريونو؟
ولې نه استول كېږي كوم زندان ته؟"
بيا به نورو ځواب وركړو:
"په رښتيا چې دا غريب رسوپ لېوىن دى.
رسه له دې هم زنځريي لېوىن نه دى،
رضر نه رسوي چاته ،بې ازار دى.
د ښار نظم ارامۍ ته خطر نيش پېښوىل.
بس يوازې،
د كوچنيانو ساده ګانو سات پرې تېر دى".
200
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د كيسو د داستانونو په ارسارو په رمزونو.
بيا به كله چې همدا ماشومان لوى شول غټ سړي شول،
نو به يې هېرې افسانې كړې،
هېرې هېرې معناګانې پټې پټې د ژوندون هم.
دوى به هم په الروي باندې خندلې.
بيا به دوى هم دا ويلې:
دا سړى خو لېوىن رښتيا مجنون دى!"
201
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دا عامل او هستۍ واړه،
بې معنى دى بې مفهومه.
بې معنى او بې مفهومه،
لټول د كوم معنى دكوم مفهوم هم.
نو دا ځكه:
فقط زه يوازې زه يم ،رسچينه د هر څه زه يم،
په عامل كې دعامل د ارزښتونو خالق زه يم.
په جهان كې معناګانې مفهومونه فقط زه ايجادومه
په هستۍ او په وجود كې،
د معنى او د ارزښت كه رنګ او بوى شته،
دا زما خلق او ايجاد دي.
كه هستي رنګني رنګينه،
دا زما په ارزښت رنګ ده.
كه ترې بوى راځي د مشكو د لونګو،
دا زما په معنا ګانو ده خوشبويه ،معطره.
او زه وايم:
دهستۍ معنا ليىل ده.
كه باور نه كړئ نو ورشئ ورته ځري شئ!
نو به پوه شئ:
چې زما په معنا څرنګ د ليىل لبان رنګني دي.
بيا زما د ارزښتونو رڼاګانې،
په څه شانې،
دهغو ايب چشامنو په افق كې تل ځلېږي.
او زما د خلقت عطر خوشبوى څنګه،
202
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د هغو زلفو ولولو نه چپې چپې راخېږي،
الروي به دا خربې هسې كړلې.
د ښار خلكو به خندلې،
په خپل منځ كې به يې ويلې:
"دا سړى خولېوىن رښتيا مجنون دى".
203
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
كه سيل كړې زر شه په منډه منډه الړ شه،
كه نه وخت به يش ناوخته،
ليىل تللې ځاى خايل ته به ارمان كړې".
اى زما ګرانو دوستانو!
اوس به هېڅ وخت پس له دې ناوخته نه يش.
ما خو ځان رارسوىل خپل منزل اصيل پړاو ته.
تاسو واياست ليىل څه شوه؟
نو زه وايم.
دا زما زړه رسه ډولۍ ده،
ليىل دلته ده دننه،
زما ځان زما وجود كې سينګار ناسته.
هر ساعت زما په زړه باندې قدم ږدي.
دا زما زړه د ليىل د قدم ځاى دى.
زه ترې يوه لحظه تالى نشم چېرته دورې.
او زما د دې هستۍ د دې وجود له قلمروه،
ليىل يو قدم بهر اېښوداى نه يش.
له كوم وخته چې عامل را پيدا شوى،
ليىل ما رسه يو ځاى ده.
فقط زه ترې خرب نه وم.
ساده ګانو به ترې بيا پوښتنه وكړه:
" -داته ولې د مرغانو اوازونو ته تل غوږ ږدې،
او هېڅ نه ستومانه كېږې؟
په مودو مودو د پاڼو متاشه كړې،
چې د باد په غېږ كې څنګه د رڼا په مخكې ناڅي.
204
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
له دې هسې متاشې نه ولې هېڅ نه ستړى كېږې؟
په شپو شپو په ورځو ورځو،
رس دننه په ګريوان كړې،
غلې ناست يې دخپل ځان رسه.
ولې ولې له خپل ځانه اخر نه بېزاره كېږې؟"
الروي به ځواب وركړو:
"اې زما خوږو دوستانو!
دا مرغۍ چې شور ماشور په باغ او بڼ كړي،
ثناګانې د ليىل وايي.
د ليىل پرستش كاندي.
دغه پاڼه چې ښورېږي ،د سبا باد ته رپېږي،
كه اواز ته يې غوږ كښېږدئ؟
دا ملنه شني بخنه د ليىل ده رشهار كا.
تاسو واياست:
ولې ولې هميشه رس په ګرېوان يم؟
رانږدې شئ ښه غوږ كښېږدئ!
نو به پوه شئ په ارسارو.
واورئ واورئ دلته دلته،
په سينه كې مې دننه دا بهار دى.
ساده ګانو؟ تاسو واياست:
دا خو زړه دى چې دربېږي.
دا زړه نه دى .
دا دربار د بل څه نه دى،
دا اواز دى د ليىل دقدمونو.
205
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ساده ګانو دا خربې هسې هسې اورېدلې،
بې مفهومه بې معنى ورښكارېدلې،
نو به دوى همېش خندلې او ويلې:
"دا سړى رښتيا مجنون دى!"
ساده ګانو كه هر څو خندل خندلې،
الروى نه ځورېدلو.
ځكه ځكه دى اګاه و،
چې په ژوند كې كه معنا كومه معنى شته،
دا معنى فقط خندا هسكه خندا ده.
206
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د دهلېز په انتها كې دروازه وه كلكه پورې،
ده زنځري د دروازې ورشنګولو.
اوازونه د خندا د ټنګ ټكور ناڅاپه چوپ شول.
دروازه ،ورته برسېره په مشكل شوه.
الروى دننه الړو.
لويه خونه وه پراخه.
هم په منځ كې د لرګيو لوړې ستنې پېرړې پېرړې وې والړې.
چت ورك شوى،
هم كونجونه ،ديوالونه واړه ورك وو په تورتم كې.
هر خوا شمعې لګېدلې،
خړې خړې رڼاګانې يې كولې.
د دې شمعو په كم نوره پلوشو كې،
الروي چې ښه كتلې ،هرې خواته يې ليدل چې:
ځوانان پېغلې يو له بل رسه غېږ په غېږ وو.
ځينې پټ ځينې لغړ نيمه بربنډ هلته پراته وو.
او د ټولو په السونو كې جامونه،
هم په ځمكه هرې خوا ماتې پيالې ماتې كاسې وې.
هلته شاته په تورتم كې،
غټ خمونه ډك خمونه چوپ والړ وو،
متاشايې د مجلس كړه.
د مستانو له محفله يو ناڅاپه،
شور ماشور شولو راپورته.
ټولو غږ كړو:
ګورئ څوك دلته راغىل؟
207
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دا زموږ د ښار مجنون دى،
اوس زموږ نن شپه مېلمه دى.
په خري راغلې اى مجنونه!
دا محفل زموږ محفل ستا خپل محفل دى.
موږ خو واړه ستا په شانه لېوين يو،
ستا په شانه بې خربه له خپل ځانه.
الروي داسې غږ وكړ په مستانو:
اى ګونګيانو! ټپوسانو! ګيدړانو!
دا مستي ستاسو مستي څنګه مستي ده؟
چې د شپي په تور څادر كې،
د ښاريانو له نظره پټوئ ځان.
دا محفل څنګه محفل د خوشالۍ دى د ښادۍ دى؟
چې په شړو كنډوالو كې ،خرابو كې،
غىل غىل جوړوئ ځان.
زه حريان يم چې دا ولې،
هغه څه چې په رښتيا بايد ښكاره وي،
په دې ښار كې تل پټېږي؟
هغه څه چې بايد پټ پناه پناه يش،
په رڼا بې پرده ګرځي؟
ولې ولې د ښار ټول ريا كاران فريبكاران ټول،
ځي معبد ته په رڼا ورځ؟
ولې ولې راستكاران ازاد رسمسته،
په تورمتو كنډوالو كې تل پټېږي؟
په كوم ځاى كې چې انسان شته،
208
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
هلته رس هلته دماغ شته،
او دماغ كې ازاد فكر مست خيالونه.
نو داستاسو څرنګ رس څرنګ دماغ دى،
چې هېڅ نه در پكارېږي؟
نو يو كار خو ترې نه واخلئ!
ترې نه كار د پښو ،واخلئ!
په څلورو خو روان ياست،
په رسونو هم روان شئ!
چې مستانو داخربې واورېدلې،
شور ماشور يې كړلو پورته.
ټولو ووې:
اى مجنونه! ته رښتيا وايې!
په څلورو خو روان يو،
په رسونو تګ په كار دى.
دا رسونه چې زموږ دي.
غري له درده بل څه نه كړي،
دا رسونه دماغونه بس يوازې دردوي موږ ځوروي موږ.
په دې وخت كې الروي ته چا تقديم كړه،
پياله ډكه د رشابو.
الروي ترې يو ګوټ وكړو.
چې كتل يې،
دا رشاب ډېر بې مزې تروه تازه وو.
ټنګ ټكور ته يې غوږ كېښود.
ساز بې وزنه او د ساز رسود االت ټول،
209
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
واړه مات وو واړه ګوډ وو،
هم بدرېخته بد جوړ شوي.
الروي پوښتنه وكړه چې دا ولې؟
له مستانو نه يو مست داسې جواب كړو:
"اى مجنونه!
دلته وو زاړه خمونه د زړو زړو رشابو.
خو زموږه فرماندار سرت امر وكړ:
د خمونو زړونه مات شول ،خيټې څريې.
رسې رسې وينې آتشينې د خمونو،
شولې توى په تورو خاورو.
دا زموږ ساز او رسود ټنګ ټكورونه،
د ښار لوى راهب خوښ نه كړل.
را په قار شو په غضب شو.
ښكيل ښكيل ربابونه ستارونه يې ټول مات ټوټې ټوټې كړل
بيا ټوټې يې كړلې ښخې د خندق په ژور تل كې.
ښكيل ښكيل سندر غاړي،
ساقيان ،ازاد مستان ډېر،
له مودو راهييس بند دي كلك تړيل زنځريو كې،
د دې ښار ترځمكې الندې زندانو كې اوس پراته دي،
او موږ دلته ،دهغوى په ياد خاطر تل،
كړو جشنونه پټ بزمونه.
بيا يو مست په سينه باندې ښويېدلو،
په خاپوړو ورنژدې شو.
په نښتلې ماته ژبه يې تپوس كړو:
210
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
اى مجنونه! راته وايه!
د جهان فرمانداران ټول،
ولې ولې د مستانو نه ډارېږي؟
الروي ورته جواب كړو:
له مستانو نه ډار ځكه:
چې مستۍ كې تل خطر پروت د راستۍ وي.
له رشابو بېزار ځكه:
كه څوك وڅښي قطره دوينو څاڅىك.
نور هر ګز اخيستى نيش له رشابو نه لذت كوم.
د ترخو ميو د تريخ حقيقت خوند زغمالى نيش،
پرې ګومان كوي د زهرو.
بيا يو بل مست را نژدې شو په خاپوړو،
په نښتې ماته ژبه يې تپوس كړو:
"اى مجنونه! راته وايه!
ولې ولې رهبانان د لوى معبد كوي تل كركه د مستۍ نه؟
ولې ولې د رسود ساز و رسود څخه نفرت كړي؟
الروي ورته جواب كړو:
هغه څوك چې هڅه كاندي،
چې ژوندي د مرګ له خوند رسه اشنا كړي،
نو دا هسې څوك هېڅ وخت زغمالى نه يش،
چې يې ننوځي زړه ته،
شور لذت د ژوندانه كوم.
هغه څوك چې ږدي غوږونه د امواتو غږ اواز ته،
نو دا هسې څوك هېڅ وخت اوريدى نه يش ،
211
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د هستۍ او د ژوندون سازو رسود بيا" .
بيا يو بل مست په سينه سينه راوښويېد.
داسې ووې:
"اى مجنونه راته وايه!
ته زموږ پټو جشنو كې ګډون نه كړې،
خو همېش ښاد او خندان يې.
نه كوم جام څښې د رشابو،
بيا نو څنګه همېشه مست لېوىن يې؟"
الروي ورته په دې شان جواب وركړو:
"اى زما خوږو دوستانو!
خرب نه ياست تاسو څه ياست؟
تاسو واړه قربانيان ياست،
بې ګناهه قربانيان د اژدها ياست.
دا خو هغه اژدهاتوره بال ده،
چې دزړه په كنډوالو كې ستاسو ناسته ده ،ميشته ده.
خرب نه ياست تاسو څه ياست؟
تاسو واړه زندانيان ياست،
زنځريونه زولنې درنه چاپېر دي.
دا خو هغه تور زندان دى،
چې په خپل الس مو خپل ځانته دى جوړ كړى اباد كړى.
د دې ښار مستان چې جشن كړي ښادي كړي،
ته به وې كوم ماتم دمرګ ماتم دى.
په دې ښار كې هوښياران چې بيا ماتم كړي،
ته به وايې اموات مړي دي اخرت كړي خوشحايل كړي.
212
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
په رښتيا چې د ريا او دوه رنګۍ دغه انجام دى.
هغه څوك چې غولول كړي،
په اخر كې د خپل ځان په غولېدو يش.
هغه څوك چې ريا كار وي فرېب كار وي،
په خپل الس خپل ځانته دام ږدي،
په اخر كې ددې خپل تزوير په دام كې ځان راګري كړي.
اى دوستانو!
راته واياست!
له نېشو نه له مستۍ نه مو مراد او مقصد څه دى؟
فقط يو څه:
هېرول دواقعيت دي نه موندل د حقيقت كوم.
رشابونه پيامنې ډكې تشېږي،
هدف څه دى؟
فقط يو څه:
چې دردونه د خودى د ځانځانۍ لږ څه ارام يش لږ قالر يش.
او نه دا چې د خودۍ د ځانځانۍ څخه ازاد يش،
له خپل ځانه بهر الړ شئ.
اى زما خوږو دوستانو!
دا ژوندون زما ژوندون خو بل څه نه دى،
يوه تنده رسارس بې انتها ده.
دا هستي زما هستي خو بل څه نه ده،
دا يو شوق يو اشتياق دى نامحدوده،
كه رشاب خورم نو په كار دي،
چې دا هسك هسك اسامنونه،
213
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
يش پيالې پيالې جامونه،
په كې مۍ وي سمندري دريابونه،
رسه رشاب وي آتشينه په رسو وينو د شفق رنګ،
هم زاړه وي د دې زوړ جهان همځويل.
كه نشه كړم ،كه مستي كړم،
نو زما هدف دانه وي چې ځان هېر كړم جهان هېر كړم،
يا ښادي يو څو شيبي لنډې شيبې كړم.
ډېر وخت كېږي له دې هسې لنډو لنډو،
تېرېدونكو ښادۍ ګانو څخه زه يم راتېر شوى.
دا زما رشاب خو هسې شان رشاب دي،
چې ړانده ړانده چشامن پرې رڼا كېږي بينا كېږي.
دا زما مستي خو هسې شان مستي ده.
چې كاڼه كاڼه غوږونه پرې خالصېږي.
نشه ستاسو خو زحمت لويه خواري ده،
چې پرته ورته په مخكې هوښياري ده،
بد فرجامه ،خامته يې رسدردي ده.
او زماپه بې هوشۍ كې بېخودۍ كې،
د خودۍ دځانځانۍ رنځونه تليل تر شا پاتې،
په پړاو پړاو ترې دورې يم راغىل.
اى زما ګرانو دوستانو!
تاسو واياست چې زه څنګ بې ميو مست يم؟
خرب نه ياست،
دا چې زه مستي مستي تل داميي كړم،
د ليىل سرتګې خامرې زه پرې مست يم.
214
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ورشئ ورشئ د ليىل سرتګو ته ځري شئ!
هلته هلته ليدل كېږي دهستۍ خامرستان لوى.
خو ډارېږم چې به تاسو هلته هېڅ ىش مونده نه كړئ.
ځكه ځكه د ليىل ديدار د پاره خو په كار ده،
د دې ملر ځالنده سرتګې په شان سرتګه،
نوراين لويه روښانه.
د ليىل عشق درياب دى.
ستاسو زړونه تش رګونه،
خايل تش تش حبابونه،
خرب نه دي له محيط نه ،نه خرب له ژور تله.
د ليىل د عشق دپاره،
زړه په كار دى ناپايابه نامحدوده،
هسې زړه چې كه ورتوى سرت اوقيانوس لوى سمندر يش،
په كې ځاى يش ،پكې ورك يش څاڅيك څاڅيك " ...
د مستانو مجلس چوپ و.
هرې خواته يو مطلق سكون سكوت و.
همه واړه رس ترپايه غوږ نيويل.
الروي بيا ،د دوستانو په محفل كې.
دا ناشنا خربې وكړې:
"اى دوستانو!
لږ راپاڅئ راوالړ شئ!
د دې دشت وچ وچ ځنګلونه وچې ونې بې مثره،
واړه واړه ماتې غوڅې كړئ له بېخه له ريښې نه.
بيا په اور باندې ملبه كړئ،
215
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
اغزي غنې د صحرا د بيابان خپل.
هم مستان زنځري تړيل په تور متو تاخانو كې،
را ازاد كړئ! زولنې كړئ ماتې ماتې.
هم د زړونو كنډوالې كړئ ړنګې ړنګې.
كوم ښامار چې پكې ناست دى،
دا ښامار ترې رابهر كړئ.
بيا حالل دغه ښامار كړئ!
د ښامار وينې بيا توى كړئ،
په دې سيمه په دې خاورو.
ځكه ځكه:
طبيعت ستاسو نه غواړي قرباين اوس،
لويه سخته قرباين هم،
قرباين د تور ښامار مار.
دا دښتونه ،وچ ډاګونه ،جل وهيل ځنګلونه،
خزان شوي چمنونه،
واړه تندې دي ځپيل ،سختې تندې.
بس يوه تنده:
د ښامار دوينو تنده.
نو به هله ددې دښت ځمكه ملده يش،
ناشنابوټي به له دې منناكو خاورو كړي رسپورته.
شني كميس به يې په تن وي.
شورماشور به يش راپورته په جهان كې.
هنګامې دنوي ژوند به راپيدا يش.
نو به هله د زړګي په نوي كور كې،
216
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
نوي نوي چراغونه رڼا وكړي.
نو به هله د هستۍ خامرستان لوى،
په هغو ايب چشامنو كې مونده كړئ.
نو به هله درمعلوم يش پټ رمزونه پټ رازونه،
د مستۍ دايم مستۍ ،د ازادۍ دليونتوب ټول"...
217
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دغه شپه عجيبه شپه وه.
هر هر ګوټ د رسو رشابو سور انګار و.
د ژوندون عجيبه اور يې په سينو يك بلولو.
هر هر څاڅىك د رسوميو يو مشعل و.
كنډوالې د زړونو يو دم چراغان شوې.
او مستانو د لومړي كرت دپاره،
په مستۍ خپله نشه كې،
يوه ناشنا مزه موندله.
دا لذت مرموزه خوند دازادۍ و.
218
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
الروى ورته د الر په منځ كې ودرېد.
داسې ووې:
"اى ښاريانو! راته واياست!
دغه بار څرنګ دروند بار دى،
چې يې تاسې په اوږو وړئ؟
او دا ولې په خپل سيورو اوږدو سيورو پسې زغلئ؟
خرب نه ياست چې د سيورو رسعت زيات دى چټك زغيل؟
پسې نشئ رسېدالى.
دغه دروند بار چې راكاږئ،
دا درانده درانده ګامونه چې را اخلئ،
ګومان نه كړم چې به ورسوي تاسې كوم منزل ته".
سرت راهب ورته په قهر وكتلې.
په ترخه ژبه يې داسې ځواب وركړو:
ستا هستي ده يوه ونه،
بې مثر ه وچ اغز نه،
نه احساس د خوشالۍ كړې نه دغم كړې.
زړه دې تور لكه لوګى دى هسې كلك لكه ډبره.
نه د ژوند دررسه سوداشته.
نه د مرګ دررسه پروا شته.
خرب نه يئ چې انسان په مړي ژاړي؟
بيا په غم او په ماتم په احرتام ډېر،
دا خپل مړ دوست او خپلوان خاورو ته سپارئ.
هم كلونه وروسته وروسته ارمانونه كړئ افسوس كړئ،
دغه مړى يادوئ تل".
219
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
الروي چې دا ځواب په غوږو واورېد،
نه حريان شو ،نه يې وكړو تعجب كوم.
خلك الړو له تابوت رسه.
الروى هم په هغوى پسې روان شو ،بهر ووتل له ښاره،
د ښار لوى دېوال نه شا ته هديره وه.
په يو كنج كې كيندل شوې وه يوه كنده ښه ژوره.
هم په خوا كې يې د خاورو يوه ډېرۍ وه.
تورې خاورې تورې تورې بوى د نم ترې خپرېدلو.
څو سړي هلته والړ وو منتظره،
كلنګونه هم بېلونه وررسه وو
د راهب په الرښودنه،
ډېر اوږده او جنجايل مراسم طى شول.
تابوت كښيښود شو په قرب كې دننه
تورې خاورې پرې انبار شوې.
د هغه مړي پښو ته راهب ودريده والړ شو،
مخامخ دمغرب لور ته،
با شكوه با عظمته لوى راهب و.
مخ څېره ساكن ارامه،
هيڅ كوم چاته يې نظر نه كړو
زېړكميس اوږده ملن يې د ماښام باد ښوروله
خلك ټول ترې نه چاپېر وو.
راهب پيل كړو په خربو،
جګ اواز يې يو نواخته ناموزونه.
د بيان په لومړي رس كې،
220
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
راهب داسې څه بيان كړل،
چې هېڅوك يې په معنى نه پوهېدل هېڅ.
خلكو ووې :دا دعا ده مناجات دى.
بيا له "اما بعد "....نه وروسته،
سرت راهب د هغه مړي نيك اعامل په نيكۍ ياد كړل.
له بيان نه ښكارېدله،
چې دا مړى په ژوندون كې داخالقو منونه وه،
د نيكۍ عايل مثال و
بيا راهب سرت،
د يو پټ مرموز جهان كيسې رشوع كړې.
وې" :د مرګ له درشل ها خوا بل ژوندون شته،
هم بهرته هم بر تره".
وې :د دې دنيا خواري څه خواري نه ده،
همه واړه ګذري دي.
رښتينى درد او عذاب دى بل جهان كې چې ثابت دى ابدي دى".
وې" :ددې دنيا عزت مال او دولت ته نظر مه كړئ،
ځكه دا شان خاورې كېږئ فنا كېږي".
بيا يې ووې:
" -بس يوازې،
ښه عمل دالرې مل دى بل جهان كې.
ښه عمل بس قناعت دى اطاعت دى.
دا خايل كالبد فاين دى خاورې كېږي.
مګر روح هېڅكله نه مري ،كوي عمر جاوېدانه.
دغه روح يوه سپرغۍ ده،
221
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
راوتلې د بقا د اور له زړه نه.
بېرته ځي له هغه اور رسه يو ځاى كېږي.
روح يو څاڅىك د باران دى،
ځي تويېږي په درياب كې،
په درياب د سعادت او نيكمرغۍ كې تل ترتله"،...
چې راهب سرت كړلې ختم دا خربې سرتې سرتې،
الروى دنيمو شپو پاڅېد والړ شو.
خلك يې داسې مخاطب كړل:
"اى ښاريانو!
سيورى مخكې تاسو ټول پسې روان وئ.
دغه سيورى د مرګ سيورى تاسو ټول ورپسې زغلئ.
ما خو تاسو ته ويلې :له دې منډو نه به هېڅ په الس درنه يش.
خرب نه ياست ،ښكار د سيورو اسان نه دى،
سيورى چا نيوىل نه دى".
الروي دهغه قرب له سينې نه،
د منناكو تورو خاورو تازه خاورو.
يو ښه موټى ډك راواخيست.
دغه موټى يې دخاورو،
د ماښام نري باد كې په هوا كې،
د مرشق په لور غوځار كړو.
بيا يې داخربې وكړې:
"موټى خاورې تاسو وليدې چې باد يوړ ې دورې دورې.
د دې خاورو هر ذره به بيا ژوندون كړي،
مګر نه دا موټى خاورې چې باد يوړې.
222
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
او نه دغه موټى خاورې به كوم ژوند دوباره وكړي،
چې دا تاسو اوس اوس كښېښود په دې ګور كې.
خلكو پوه شئ!
نه قطره شته چې درياب كې چېرته توى يش.
ځكه ځكه:
نشته نشته كوم درياب نه سمندر كوم.
نه سپرغۍ شته چې يو ځاى يش د كوم اور د رسې ملبې رسه.
ځكه ځكه:
ال تر اوسه اوربل شوى چېرته نه دى.
راته واياست :هغه موټى خاورې څه شوې؟
ستاسو پام ګرځول شوى دى نيستۍ ته،
دا خو ځكه چې هستي يش درنه هېره.
ستاسو زړونه هديرې دي،
پكې ښخې د امواتو خاطرې دي.
دا خو ځكه:
چې په زړه كې مو پيدا هېڅكله نه يش،
د حيات رسه تړون كوم،
شوق ،ارزو د كوم ژوندون كوم.
اى ښاريانو!
ولې دا پوښتنه نه كوئ له ځانه:
كه دا مړى نيكوكار و ،ولې مړشو!
نو پخپله به دا هسې ځواب واياست:
چې له مرګ رسه دنيكۍ او د بدۍ څه پروا نشته،
ماورا دى هم له خريه هم له رشه.
223
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
مرګ نيستي ده د ښو بدو.
مرګ عدم د خري او رش دى.
د مرګي فكرونه څه دي؟
بس مرګونه د فكرونو.
د مرګي هيله ارزو خو مرګ د هيلې د ارزو دى.
كه نييك شته كه بدي شته،
بس په دې ژوند او جهان كې موندل كېږي.
او په كار دى،
چې په دې ژوند او جهان كې مكافات يش مجازات يش.
ځكه ځكه بل به نه وي كوم فرصت دا هسې هسې.
هغه څوك چې قناعت كړي اطاعت كړي،
غالمۍ ته غاړه ژر ږدي،
دغه واړه مجازات كړئ.
هغه څوك چې شور ماشور كړي بغاوت كړي،
د انسان وړ د ستاينې مكافات دى.
اى ښاريانو!
ستاسو جسم كه فاين دى،
ستاسو روح هم باقي نه ده.
له دې جسمه هم ال نوره زياته زياته ګذري فاين فاين ده.
تاسو كله چې خيل جسم خپل كالبد خاورو ته سپارئ،
له دې كاره ال پخوا تاسو پخپل الس،
خپله روح پخپله وژنئ.
بيا د ګور تر غاړې پورې،
دغه مړه بې ژونده روحه،
224
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
درنده شخه يخه يخه،
په اوږو خپلو راكاږئ.
راته واياست:
ايا تاسو پر مال خپله پر شا خپله،
د دې دروند باراحساس نه كړئ؟
دا دروند واىل ددې پيټي خو زه وينم،
رسارس ستاسو وجود كې،
دا مالګانې ټيټې ټيټې،
دا رسونه ښكته ښكته،
دا مخونه زيړ بې رنګه،
دا لينګي كاږه واږه هم،
دغه واړه حكايت كړي،
له دې هسې درانده باره شكايت كړي.
اى ښاريانو!
خرب نه ياست تاسې مړه ياست.
روح مو مړه ده فنا شوي.
تاسو ټول خو بس يوازې،
اشباحګانې بې ژوندونه خيال او خوب ياست.
تاسو څه ياست؟
بس يواځې يوه هيله بې مفهومه،
يوه مته نامعلومه د يو بل موهوم ژوندون ياست.
تاسو ټول پخپله سيوري ياست د مړو د امواتو.
اى ښاريانو!
كه ال اوس هم،
225
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
څه در پاتې د ژوندون شوق او ارزو وي،
نو دا مړى لږ څه هېر كړئ،
په ژوندون پسې روان شئ،
كه ال اوس هم،
كوم هوس د ازادۍ ستاسو په زړونو كې باقي وي،
نو خپل ځانته هسې واياست:
چې تر ټولو زحمتونو عذابونو،
په واقع كې،
لوى زحمت عذاب همدا دى،
چې دا اوس پكې اخته ياست.
او تر ټولو درندو پيټو نه دروند پېټى بل يو نشته،
واقعي تر ټولو دروند بار خو همدا دى،
چې دا اوس مو په شا پروت دى...
226
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
هېڅوك نه وو پاتې شوي چې د ده خربې واوري.
بس يوازې هلته دورې،
يو ډنګر كوڅه ډب سپى و پروت په خاورو،
الروي ته يې كتلې چوپ خاموشه.
الروي خربې كړلې.
دا خربې دماښام نرۍ وږمې بيا،
وړلې وړلې د مرشق په لوري دورې،
له كوم ځايه چې رڼا د سپني سبا را پورته كېږي.
227
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
روحاين دى قلندر دى،
لوى خاوند د كراماتو مقاماتو،
په كالم كې يې پټ پروت غيبي پيغام دى.
ښكاره نه شوه،
چې له دې دواړو خربو څخه كومه يوه رښتيا وه حقيقت و.
يا دا دواړه ډلې تللې په خطا وې؟
لنډه دا چې،
بله ورځ ،ورځ د بازار وه.
ګڼ شمېر خلك وو غونډ شوي،
د ښار منځ كې ازدحام و.
الروي خلكو ته دا بيان رشوع كړو:
"اى ښاريانو!
په يو وخت كې دلته ښكىل ښايسته ښار و،
چمنو نه شنه ځنګلونه ترې چاپېر وو.
مست سيندونه ډك رودونه،
په دې سيمه كې په هره خوا روان وو،
لويې الرې هر خوا تللې رسېدلې.
ماشومان به لوبېدل د سيند په غاړه،
ښه ځوانان وو ګرځيدل به،
ښكلې پيغلې سينګار كړې نڅېدلې.
هم د ميني راز او نياز و،
ښكلول وو،زغلول وو.
228
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
محبت و صفايي وه.
اى ښاريانو! راته واياست!
ګڼ ځنګلونه شنه باغونه،
واړه چا په اور ملبه خاورې ايرې كړل؟
د دښتونو غرڅنۍ هم له كوم چانه ترېدلې رمېدلې؟
دلته ښار و اوسيدل پكې ښاريان ازاد رسمسته،
نه بې بې وه نه بادار نه فرماندار وو،
نه نوكرو،نه مريان نه وينځې مينځې.
دغه ښار يو هسې ښار و،
نه خندق ترې نه چاپېر نه كوم دېوارونه حصار و.
اى ښاريانو! راته واياست!
هغه څه شو؟ چا ويران كړو چا تباه كړو؟
څه بال توره بال شوه پرې نازله؟"
دښار خلكو دا خربې اوريدلې،
په قاه قاه به يې خندلې او ويلې – دا سړى رښتيا مجنون دى.
ځكه ځكه:
چې پخپله دوى ته ياد و ،د دې سيمې حال احوال زوړ.
هم پلرونو له نيكونو له اجدادو روايت كړو،
چې همېش له ښاره تل پروت دا خندق دا شان دېوال و.
بهر هلته تل تر تله دا ډاګونه وچ دښتونه سپېره غرونه.
او دننه د ښار منځ كې،
همېشه دا شان ماڼۍ والړه هسكه،
پكې ناست تل زمامدار لوى قهرمان و.
هم پلرونه هم نيكونه يې تېر شوي واكداران زما مداران د خپل زمان وو.
229
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
الروي خلكو ته بيا دا شان بيان كړو:
"اى ښاريانو! راته واياست!
د دې سمې لويې الرې چا ويجاړې كړې نابودې؟
د دې الرو سمو الرو لوى لوى پلونه،
چا ويران كړل چا خراب كړل؟
تاسو نه ګورئ چې تاسو،
ځان پخپله په خپل الس قال بند كړى؟
په خپل الس مو تور زندان ځانته جوړ كړى؟
كه پوهيږئ،
دغه كار ستاسو بې ځايه بيهوده دى.
ځكه هېڅ كوم غليم نشته،
چې حمله په تاسو وكړي له كوم بل غليم هېواده.
او نه بل كوم لوى خطر شته.
كوم خطر چې وررسه واړه مخ ياست،
هغه دلته په دې ښار كې دى دننه.
كوم غليم چې په رښتيا د ښار دښمن دى،
هغه هسې سړي خور دى،
چې خوراك يې ستاسو زړه دى ستاسو وينې دماغونه.
دا غليم بل ځاى كې نه دى،
د دې ښار په منځ كې ناست دى.
اوس نو واياست!
دا پاخه لوړ دېوالونه حصارونه،
دا خندق ژور خندق د څه دپاره؟
اى ښاريانو! دا زما خربه واورئ!
230
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
زه يوه ورځې د يو ښكيل ښايسته ښار نه بهر الړم.
چې اوس راغلم بيا راستون شوم،
هغه ښار مې مونده نه كړو.
د هغه په ځاى څه وينم؟
كنډوالې ويران ويجاړې،
او په دغو كنډوالو كې يو ښامار پروت".
دا خربې چې ښاريانو واوريدلې،
دا كرت چا نه خندلې.
خو بيا هم دوى يو له بله رسه ويلې:
"دا سړى رښتيا مجنون دى ليوىن دى".
231
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
په او هامو كې ډوب شوي،
په غمو مصيبتونو ګرفتار ياست.
اى ښاريانو!
ايا تاسو احساس نه كړئ؟
خرب نه ياست له هغه زهر قاتله.
چې دا ستاسو په رګو په رشيانو كې جاري شوى؟
او په زړونو كې در توېږي څاڅيك څاڅيك؟
ايا تاسو په دې خپلو دواړو سرتګو ګناهكارو،
ليدىل نه شئ؟
چې رنځونه درې ساري ساري رنځونه،
درې افته تل په تاسو مسلط دي،
هسې هسې چې له يو چا نه په بل چا پورې كېږي،
قتلوي هالكوي ستاسو واړه ستاسو زاړه ستاسو ځوانان ټول،
تاسو واړه دخپل رس په سرت ګو وينئ،
چې د ښار ښايسته ښځې،
ښكيل ښكيل ماشومان او با تدبريه بوډايان خو،
په نري رنځ د خپګان او غم اخته دي،
رنځوران دي دعدم په لور روان دي،
او ځوانان قوي ځوانان مو،
دغضب او قهر سخته تبه نييس،
يو بل وژين تويوي د يوبل وينې،
واهمه او ډار خو هغه بد مرض دى،
چې په ټولو باندې يو شان ګډ جاري دى،
ړنګوي مو د زړه خونې،
232
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
هره شپه مو ځنكدن دى،
هره ورځ د مرګ په مته.
بل څه نشته ،بس يواځې خپل مرګي ته،
شپې او ورځې تريوي سبا كوي تل.
اى ښاريانو!
ډېرې سرتګې نابينا دي،
ډېر غوږونه ټپ كاڼه دي،
په دې ښار كې.
نه رڼا رښتيا رښتيا دلته څوك ويني،
نه اواز د حقيقت دلته څوك اوري.
روغ غوږونه بينا سرتګې كه پيدا كړئ،
نو به هله رسودونه دمستۍ دهستۍ واورئ،
نو به هله رڼاګانې رنګارنګ ژوندون خو،
په نظر كې درښكاره يش.
اوريديل تاسو ټولو د ليىل نوم.
خو هېچا يې غږ ته غوږ نيوىل نه دى.
هم ليدلې تاسو ټولو دا ليىل ده،
دا ماښام په تروږمۍ كې د منګي رسه د الرې په رسناسته،
خو هېچا ورته رښتيا كتيل نه دي.
ورشئ الړ شئ ترې تپوس كړئ چې ته څوك يې؟
نو هغه به ځواب دركړي:
چې ليىل څه ليىل څوك ده.
په اواز كې به يې داسې رسود واورئ،
چې هر ګز به يې هېر نه كړئ.
233
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
هم به پوه شئ چې ليىل ناشنا انګۍ ده،
كوم رسود د ژوند هستۍ مرموز بې شانه،
بيا بيا وايي دا انګۍ تل.
ژوند هستي ده د ليىل په خوله ګويانه.
ورشئ ورشئ!
د هغو شونډو خندا ته دهغو سرتګو ځال نه نظر وكړئ.
نو به هله درمعلومه درښكاره يش،
چې ازاد مست میينان چېرته اوسېږي
د اسامن ايب ايب رنګ،
د بهار دباران وروسته په سبا كې،
څرنګ رنګ دى.
ورشئ ورشئ!
د ليىل دقدم خاورې په رس باد كړئ!
بيا په سرتګو كې رانجه كړئ!
چې بينا شئ.
اى ښاريانو! ښه خرب شئ!
تاسو واړه مبتال ياست په دردونو په رنځونو.
د دې هر څه عالج يو دى درمان يو دى:
د ليىل د پښو خاورو ته رس كښېږدئ!
سجده وكړئ!
د ليىل پرستش وكړئ!"
دا خربې ټولو خلكو اوريدلې،
ټولو خلكو به خندلې او ويلې:
"دا سړى رښتيا مجنون دى".
234
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
يو دفرت د زمانې په ختميدو و.
يوه ورځ د ورځو راغله،
ډېر بې شامره ښاريان غونډ وو د ښار منځ كې.
الروى د نيمو شپو پاڅېد والړ شو،
اخر دا ناشنا بيان يې ښار ته وكړو:
"اى ښاريانو! ښه خرب شئ!
ستاسو سرت واكدار بادار خو،
تور ښامار دى.
تاسو واړه بنده ګان ياست غالمان ياست،
د ښامار مار.
دا واكدار سرت زمامدار مو همېش تږى دى د وينو،
هسې تږى،
لكه وينو ته چې تږي وي دغرو رغو لېوان ټول.
زړه يې كلك لكه تور كاڼى د بيابان،
لكه سندان دى.
كه هم وڅښي سمندر سمندر وينې.
تنده يې ال پسې ملبه د اور ملبه يش.
كه هم وخوري غرونه غرونه ژوندي رسي،
ولږه يې ال پسې زيادت كا ال شدت كا.
په ليوانو كې لېوه له وږو وږى.
په درياب كې پروت نهنګ له تږو تږى.
اى ښاريانو!
ورشئ ورشئ!
خپل بادار ته له نژدې نه لږ څه ځري شئ!
235
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
هغه سرتګې چې د ده دي ،دوه د وينو كټوري دي،
دغه سرتګې د ښامار دي.
هغه رسې ملبې د قهر او د غضب چې،
د واكدار د مخ څېرې نه پورته كېږي،
هغه اور دى چې راوځي د ښامار پوزې سپږمو نه.
د بادار هغه منګولې چې قوي دي پوالدينې،
ستاسو زړونو كې ټومبلې كلكې خښې،
دا منګولې د بال دي ،د ښامار تورې بال دي.
اى ښاريانو!
ښه خرب شئ!
دا بال توره بال چې دلته ناسته په دې ښار ده،
له كوم بل پردي هېواده خو راغلې دلته نه ده.
دا بال ده په دې كور كې روزل شوې.
له دې سيمې پاڅيدلې،
پخپل الس مو له خپل ځانه راويستلې،
په خپل ځان مسلط كړې.
دا بال ستاسو بال خپله بال ده.
ځكه ځكه تاسو هر يو،
ښاماران ساتئ روزئ پټ.
په سينو په خپلو زړو كې .
چې د لوى ښامار خوراك يش،
چې ښامار لوى نور هم لوى يش زور ور يش.
خالصيداى له دې ښاماره تاسو نشئ،
دا ښامار وژىل نشئ،
236
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
تر څو تاسو راپا نه څئ،
دا ښامار په خپلو زړونو كې مړ نه كړئ نابود نه كړئ.
كه د نفس بده بال كړي څوك نابوده.
نو به هله د بال تورې بال څوك خوراك نه يش.
كه د خپل زړ ګي ښامار مو قرباين كړو،
نو به هله تاسو نه شئ قرباين د لوى ښامار مار.
په دې وخت كې،
سرت راهب و راوتىل،
د ښامار د لوى معبده.
چوپ والړو نژدې هلته،
غوږ نيوىل الروي ته،
سرت راهب له ځان رسه ووې:
دا سړى رښتيا مجنون دى لېوىن دى.
ځكه ځكه،
دغه يرس د ټول ارسار و،
دغه رمز د ټول رمزونو،
دغه اسم محضه خو،
هيس هيس بې پردې بيانول اسان كار نه دى.
زه حريان يم،
چې دا رمز د ټول رمزونو ده په څه شان پيدا كړى؟
دا سړى ګر چې مجنون دى،
خو ښكارېږي له دې هسې بيانونو،
چې د حال مقام خاوند دى".
سرت راهب دا سوچ وهلو.
237
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
الروي بيا دا بيان خلكو ته وكړو:
"اى ښاريانو!
الندې هلته دهغې هسكې ماڼۍ په ژور تل كې،
لوى زندان دى،
زندانيان پكې پراته زنځري تړيل.
پاڅئ پاڅئ!
زندانيان واړه ازاد كړئ!
زنځريونه زولنې كړئ ماتې ماتې.
د زړګي د ماڼۍ هغه معامران چې شړل شوي،
تليل پټ دي چېرته سمڅو مغارو كې،
دا ماهره معامران بيا راستانه كړئ!
د زړه خونه دوباره كړئ پرې اباده.
تر څو تاسود ښامار مار خوراك نشئ".
238
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
بيا به يې ووې:
"دا سړى خو لېوىن دى.
هم بې زوره بې قدرته.
د ښار نظم ته خطر پيښوئ نيش".
مګر ورو ورو،
ځينې ځينې د ښار خلك چې به كله شو فارغه.
د شاقه سختو كارو نه،
نو د شپې به په تورتم كې غونډېدل دوى،
د مجنون ځينې خربې ،به يې پټې يادولې،
ګونګويس به يې كول پټ.
زندانيانو په تور متو زندانو كې،
دا خربې اوريدلې،
په خپل زړه كې يې ساتلې،
منتظر اماده ناست وو كوم فرصت ته.
239
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
240
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د ليىل او د مجنون داستان ترې جوړ شو،
هنګامه شوه اخر ورسېده غوږو دفرماندار ته.
هغه سرت فرمانروا يوه ورځ مجنون او ليىل دواړه،
خپل حضور ته په دربار كې را حارض كړل.
241
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
رب النوعه د بهار وه ،الهه د عشق او مينې.
په دې ځاى كې ميشته خلكو،
د هغې ښكلې دلدارې پرستش كړو.
هر هر لوري هرې خوا ته هر هر ځاى خو،
د هغې د قدم ځاى و.
چمنونه شنه دښتونه يې معبد و.
د زړه مېنه دهغې دعبادت ځاى.
زه چې تلمه له دې ځايه،
هغې ښكلې نيمه خدايه په بسرت د شنيلو ال ګرځېدله.
غرڅنو يې شنه ملنه بويوله ،ښكلوله.
اوس چې بېرته يم راغىل،
له سفره راستون شوى،
هرې خواته ريګستان دى وچې وچې صحراګانې
بيابانونه داغزو ډك ترې راتېر شوم.
نه چمن و نه باغونه نه ځنګلونه.
چې راورسېدم دلته،
نو ليدل مې:
چې د زړه خونه ويرانه ړنګه ړنګه كنډواله ده
هم دننه پكې ناست يو تور ښامار دى.
خلك وينم چې روان دي په بې الرو شړو الرو،
پرستش د اژدها كړي.
اې د كل جهان واكداره!
زه اوس دا لوى حقيقت بيانومه هر هر چاته".
242
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د واكدار وچوىل تريو شو.
د غضب اور يې ملبه شو په څېره كې.
يوه شېبه نيمه په چرت شو.
بيا يې وكړه يوه خندا د زهرو ډكه.
ځان رسه يې ووې:
"پروا مه كړه!
دا سړى خو لېوىن دى بې قدرته ناتوانه".
بيا يې مخ كړو الروي ته د دوهم كرت دپاره.
په پسته ظاهري ژبه يې تپوس كړو:
"اى پردېسه مسافره!
راته وايه!
د دې ښار په ښكلو نجونو كې تا څنګه غوره كړې،
دا خرينه دا سوالګره ،بې كامله بې جامله؟
او زما وفادار خلك زحمت كښه رعايابيا،
رابلې ته چې رسونه په سجده ورته نسكور كړي؟"
الروي ورته جواب كړو:
"اې دكل جهان باداره فرمانداره!
خرب نه يې؟
د ښامار زور او قدرت خو فقط پروت دى،
په هغه بېره او ډار او واهمه كې،
چې دا خلك پرې اخته دي.
كه دا بريه يش زايله،
دغه ډار او واهمه له منځه الړ يش،
نو ښامار يو دم سقوط كړي نابود كېږي.
243
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ښه پوهيږې:
د ښامار د قدرت رمز او د ښامار د مرګ طلسم فقط دادى.
او همدا شان،
د بهار د رب النوعې زور قدرت خو،
فقط پروت دى ،د ژوندو زړونو په شور كې.
رسمستي كه يش محدوده،
ازادي كه يش تبعيده،
ښاپريۍ دعشق او مينې ځي سقوط كړي،
څانګ وزرې يې ماتېږي.
دا ليىل دا شني كميسې ناشنا پېغله،
چې هېڅوك ترې خرب نه دي ،د هېچا پرې نظر نشته،
په يو وخت كې الهه د نوبهار وه.
دا خو هغه زمانه وه،
چې مستان ازاد ګان ټول،
د دې سيمې واكداران وو.
بيا چې كله واهمې او بېرې ډار زړونه تسخري كړل،
بينايي له سرت ګو الړه،
خلك واړه شو محرومه،
د دې هسې همېش ځوانې هم لرغونې رب النوعې له ديداره،
خلكو واړول مخونه له هغې نه.
د ښامار په پرستش يې كړ الس پورې.
نوهغه بيا بهر ووته له ښاره،
هلته كښېناسته په خاورو ،
د هغې الرې په خوا كې،
244
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د خپل ورك مسافر الره يې څارله.
دا خو هغه مسافر و ،زوړ اشنا دزمانو اوږدو قرنونو،
چې ترې ورك و ،ځان ترې ورك و،
ورك د ورك سمندر غاړو پورې تلىل،
اوس راغىل راستون شوى.
خو افسوس چې،
دلته سرتګې ډېرې سرتګې نابينا دي،
رڼاګانې د رښتيا د حقيقت ليدىل نيش،
ډېر غوږونه ټپ كاڼه دي،
ترانې د ژوندانه اوريدى نيش.
كه نه يو نظر په كار دى د ليىل څريې برشې ته،
چې ارسار رموزڅرګند يش.
د هغو ايب چشامنو په درياب كې،
د ژوندون د سمندر غاړې ښكارېږي،
په هغو خندانو شونډو كې خو هلته،
د ژوندون د سپني سبا رڼا ځلېږي.
خو افسوس چې بينايي په چا كې نشته،
خرب نه دى ليىل څوك ده.
بېره ،ډاراو واهمې خو،
د دې خلكو په غوږونو زړونو سرتګو ناشنا مهر لګوىل.
ته دهغه شور ماشور له واهمې نه،
چې په شپو يې د ماڼۍ له تل نه اورې،
ټپ كوڼ شوى.
اوريدى نشې اواز د حقيقت نور.
245
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
او ددې سيمې ټول خلك،
چې تل ويني ستا څېره كې،
رسې ملبې د غضب قهر ،
بېره ډار دې ړانده كړي،
ليدى نشې رڼاګانې د رښتيا د حقيقت هېڅ.
اى واكداره! زمامداره!
ستا سقوط ستا انحطاط خو زه ښه وينم،
ستا په بېره ستا په ډار كې،
ښه خرب شه!
هغه شور ما شور چې اورې ته په شپو شپو،
دا به نور الپسې زيات يش.
رسمستان ازاد ګان ټول شور شيان به،
زولنې كړي خپلې ماتې،
له بندونو زندانو نه به راووځي.
قالګانې ،حصارونه به په اور ملبه ملبه كړي.
رڼاګانې به پيدا يش،
ړندې سرتګې به بينا يش.
سرت واكدار چې دا خربې واورېدلې،
ډېر په قهر په غضب شو".
هم د زړه په ژور تل كې،
له مجنونه بېره ډار ورته پيدا شو.
مخ يې واړاوه په قهر او په غضب بيا،
ناشنا پېغلې ته يې غږ كړو ،ورته يې ووې:
"اوس ته وايه چې ته څوك يې؟"
246
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
شاه ليىل څريې ګريوانه،
كربجنه بې پروا هلته والړه،
په مكيز مكيز موسكۍ شوه.
كوم يو دورې دورې ځاى ته يې كتلې.
خوږ اواز يې،
د ماڼۍ په دهلېزونو تاالرونو،
د ماڼۍ الندې دننه تاخانو كې،
انګازې ناشنا كولې.
داسې ووې:
"زه خو زه يم!
زه ليىل يم!
زه د مينې رب النوعه ،الهه د نوبهار يم.
زما ملك خو هغه ځاى ،
چې رسمسته شور شيان يې واكداران دي.
دازادو مينانو زړه زما د قدم ځاى دى.
زه بهر هلته له ښاره،
هر ماښام په مته ناسته وم د خپل مسافر الره مې څارله.
دا خو هغه مسافر و،
چې يې زه ښه پېژندمل ،او هم زه يې لټومل.
خو خرب شه:
چې به وروسته پس له دې نه،
مسافر كوم په دې الر ګذر ونه كړي.
ځكه ځكه:
نه كوم الر دلته راغلې،نه له دې ځاى چېرته تللې.
247
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
هغه الرې چې راتللې ،يا له دې ځاى چېرته تللې،
هغه ټولې پټې شوې وركې شوې،
په ځوزانو په اغزو كې
لوى سيندونو رود خانو خپل مسريونه بدل كړي.
كاروانونه اوس په دې ځاى ګذر نه كړي؟
ځكه دلته نه رباط شته ،نه كوم ځاى نه دمه ځاى كوم.
څه موده به تېره نه وي،
چې داته به هم په خپل وار،
د خپل پالر او د نيكه په الر روان شې.
يوه ورځ به په دې خپل قرص او ماڼۍ كې،
ايك يواځې ژوندى رسى باقي پاتې،
په يو چوپ د مړو ښار كې ،په خاموشه هديره كې.
زه به ځم بيا به كښېنمه بهر هلته،
بيا به الره زه څارمه،
چې بهار يو ځل بيا رايش،
راستانه يش رسمستان ټول،
مينان د ازادۍ انقالبونو.
248
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د واكدار په زړه په سرتګو په غوږونو.
په غوږو كوڼ ،نابينا د زړه په سرتګو،
شني كميسې پيغله يې ونه پېژندله.
ورو شانته يې ووې:
دا خو دواړه ليوين دي.
زه بېرېږم،
چې د دوى له لېونتوبه كوم خطر را والړ نه يش،
كوم ساري لېونتوب نه وي او په نورو پورې نه يش،
د ښار خلك ټول اخته په جنون نه كړي"،
بيا يې فوري الروى او ليىل دواړه.
وشړل له خپل درباره له حضوره.
249
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
دا خو ځكه چې بې شامره زندانونه تاخانې وې ځمكې الندې،
واړه واړه وو ډك شوي،
په باغيانو شورشيانو لېونيو.
د ليىل او د مجنون د پاره ځاى پكې هېڅ نه و.
نو دا ځكه،
هغه پيغله نازنينه بېرته ووته له ښاره،
بېرته بيا دلويې الرې په رس كښېناسته ملنګه،
د رڼو پخو اوبو منګى يې خواته.
الروى هم الړو الړو غىل كښېناست،
د خپل ښار په كنډواله كې،
دعامل په متاشه شو.
250
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
ابدي څرخ
251
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
معامران د زړه د مينې،
يا د ښار په خندكو كې وركېدل ټول.
يا به دورې چېرته تلل پنا ه كېدل ټول.
بس يواځې لوى راهب ډېر عمر وكړو اوږد اوږد.
خو هغه هم په اخر كې په خپل وار خپل،
روح تسليم كړه خپل څښنت ناشنا واكدار د بل جهان ته.
معبد ورو ورو شړېدلو ړنګېدلو.
ځكه هېڅ ښامار پرست بل پاتې نه و،
چې دعا او عبادت د پاره وريش هلته الړ يش.
په دې شانې د ښامار د لوى معبد بازار كساد شو.
شاګردان د سرت راهب هم،
چېرته الړل كومې خواته نامعلومه.
د ښار مېنې ازادې خونې كورونه ،همه واړه،
ړنګېدل خرابېدل مرتوكېدل ټول.
د هغې هسكې ماڼۍ په ديوالو كې،
لوى چاودونه راپيدا شول.
د مرمر ښايسته تيږې دې خوا هاخوا غورځېدلې.
اغزن بوټي شنه كېدل پرې.
په اخر كې ښايسته قرص ويرانه شوه.
باشكوهه ويرانه وه،
په يو شاړ اغزن بيابان كې دريدلې.
بې معنى هېڅ بې مفهومه.
لكه زړه ديو انسان يو ځلې ناڅاپه درېږي،
په دې نامحدود عامل كې ور دننه،
252
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
بې مرامه بې هدفه.
ښار د مرګ په خوب بيده شو،
چوپ خاموشه هديره شوه ،خرابه شوه.
ځانځاين ښامار
هېو الوه بد منظرې.
تور كميس تور يې پرتوګ تور يې زړوىك د لوګي وو.
د ښار لويه دروازه شوله برسېره په خپل رس له خپله ځانه.
بوډۍ ننوته ښار ته.
د هغې لويې ماڼۍ په لوري الړه.
خو ناشنا شانته بوډۍ وه.
بې له دې نه چې قدم په ځمكه كښېږدي،
د ښايسته زينو نه وختله پورته.
بې له دې نه چې كوم مكث يا توقف كړي،
د مرمرو جګو ستنو نه شوه تېره.
د ښايسته ځالنده قرص دروازې ته ودرېدله.
دې بوډۍ بيا،
نه زنځري د دروازې ورشنګولو نه يې ور وټكولو،
ور برسريه په خپل رس شوه.
بوډۍ الړه شوه په قرص كې دننه.
دا بوډۍ خو الروي رسه اشنا وه،
الروي ښه پيژندله.
الروى ښه پوهيدلو چې بوډۍ ولې راغلې.
او دا اوس په هغه قرص كې دننه،
د بوډۍ او د واكدار په منځ كې څه خربې كېږي.
څه موده ال تېره نه وه،
چې راووتل دوى دواړه،
د ماڼۍ له كنډوالو نه ،د لوى ښار له خرابو نه،
بوډۍ مخكې قهرمان تر شا روان وو.
254
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
الړل الړل كومې خواته نامعلومه...
ځانځاين ښامار
ټوله شپه يې مزل وكړ.
چې سبا شو سپني سبا شو،
الروى د يو سيند غاړې ته نږدې شو.
سيند اوار ډك بهېدلو.
د سيند غاړې وې ابادې.
چمنونه شنه پراته وو ،رسه ګلونه غوړيديل.
ښكلې مېنې رنګارنګه په كې هر طرف والړې.
باغ او بڼ كې د مرغانو شور ماشور و.
پېغلې نجونه ښكلې ښكلې،
ښه ځلمي ښايسته ځوانان وو.
ځينې ځينې د خپل ښار په ابادۍ بوخت،
ځنې نور بيا،
د ښايسته پېغلو رسه ناست په راز او نياز وو،
محبت و صفايي وه ،ښكلول وو ځغلول وو.
مرشان سپن ږيري ناست وو په دېره كې،
مريك وې مشورې وې.
ماشومان د سيند په غاړه لوبېدل ټول،
شورماشور و غلغلې وې.
او بيا هغه ناشنا پېغله،
زوړ كميس څريې ګرېوانه،
ګرځېدله مسته مسته خرامانه،
شني كميس نرى شفاف يې و په تن كې نوى نوى.
د وحيش ګلونو تاج يې پاس په رس پروت.
د بهار وږمې په شا نې الوتله،
256
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
د دښتونو غرڅنۍ ورته راتللې،
شنه ملن يې بويوله ،ښكلوله.
------------------------------------------
-۱دلربه ناسته د زړه په كور كې
ما لټوله په شورماشور كې
دا منګى و ډك د اوبو نه
ما ځان ستي كړو د تندې اور كې
د دې شعر ترجمه:
يار در خانه و ما گردیم جهان ميگردیم
آب در كـــــوزه و ما تشنه لبان ميگردم
257
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځانځاين ښامار
258
Get more e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library