Professional Documents
Culture Documents
د افغانستان بندرونه
د افغانستان بندرونه
چې دې د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ ډیرې اسانتیاوې رامینځته کړي چې هر ورځ ډیر خلک سوداکر او سوداګریز
توکي سره تبادله کیږي.
د ترکمنستان له سرهتیاب څخه د تور غونډی تر ښاره د لسو کیلو مترو په اندازه د شوروي اتحاد له خوا جوړه شوی وه.او
تر کال 2007پورې هماغې پاتې وه .له تور غندی څخه تر هرات تر هوایي ډګره د اوسپنې د لیکې تخنکي او اقتصادي
سروي پیل شوی چې 200کیلو متره دی او پیسې د اسیا پرمختایي بانک ورکوي کانادایي شرکت مخ ته وړي.
د نړۍ له دریو د لیږد رالیږد الرو څخه دوه یې د ایران څخه تیریږي او چابهار به د ختیز او لویدیز ،سهیلي الر وي .ایران
اوسمهال د اوبو له الرې سوداګري کې کمزوری دی یوازې د عباس بندر له الرې سوداګري ترسره کوی.
د چاه بهار ازاد سوداګریز زون ایران ته هغه موقې په الس ورکوي چې ایران غواړي د منځنۍ اسیا او سهیلي اسیا او د
فارس د خلیج ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ مرکز شي .چاه بهار د 2.5میلونه ټن کلنې وړتیا لري او ایران غواړي چې دا
ظرفیت 12.5ته لوړ کړي ،ایران تر دې مهال 340میلونه ډالره پانګونه په چابهار بندر کې کړې ده یوازې ایران نه ،
ایران نور هیوادونه هم هڅوي تر څو په دې برخه کې پانګونه وکړي لکه افغانستان او تاجکستان ،څو سړکونه جوړ کړي ،
پایپ الی ونو جوړ کړي ،ریل لیکې جوړې کړي په همدې ډول ایران غواړي د هرات ریل پټلې تر منځنۍ اسیاپورې وغځوي
له بلې خوا ایران هوکړه کړې چې د قرغیز برخه چې د ایران،افغانستان ،تاجکستان ،قرغیزستان او چین سړک دی تمویل
کړي او په تاجکستان کې د انزوب تونل هم تمویل کړی دی چې تاجکستان او چین ته الر ده او د ګران هیواد له شمال او
لویدیز څخه تیریږي.
ایران هڅه کوي چې د چاه بهار ارزښت لوړ کړي افغانستان له منځنۍ اسیا سره ونښلوي چې دا ډیره ارزانه الر هم ده .په
کال 2013زیږدیز کې د ایران سفیر د افغانستان په اړه وویل کله چې چابهار بندر په کار پیل وکړو نو افغانستان به د
منځنۍ اسیا له 14هیوادونو سره ونښلول شي .ایران وار د مخه د چا بهار او افغانستان تر سرحده سړک جوړ کړی دی ،چې
دا سړک د زرنج دالرام سړک سره وصل دی او د کندهار او هرات له عموم سړک سره یو ځای کیږي .چې له دځایه څخه
به د هیواد نورو برخو ته توکي لیږدول کیږي.
چاه بهار د هندوستان لپاره هم ډیر مهم دی ځکه هندوستان غواړي له افغانستان او منځنۍ اسیا سره اړیکې ولري او د اړیکې
الپسې پراخې کړي د دبندر له الرې هندوستان له افغانستان سره نښلول کیږي ،دا بندر د نیول شوي بلوچستان ګوادر سره
ډیر نژدې پروت دی چې څه کم سل کیلو متره واټن لري چیرته چې چین غواړي 46میلیارد (دا مقدار ډیر دقیق نه دی )
پانګونه وکړي چې چا بهار به دا پروژه کم ارزښته کړي ،پاکستان او چین د هندوستان لپاره ډیر مهم سیاالن دي او هند به د
د بندر له الرې وکولی شي چې دواړه هیوادونه د هند په سمندر او خلیچ کې وڅاري ،د پاکستان په نشتون کې هند د چا بهار
له الرې افغانستان ،منځنۍ اسیا او روسې ته الر پیدا کړي ،منځنۍ اسیا ته د هند الس رسی پیدا شي ،په همدې ډول د چین
سریلنکا ،بنګالدیش او مالدیف کې هم پانګونه کړی چې د چین رول په سیمه کې څرګندوي او هند غواړي چې د چین رول
راکم کړي چاه بهار یې بدیل دی ،د هند لپاره د ازادې سوداګرۍ زون حالص شي لویدیزې اسیا ته الر پیدا کوي په همدې
ډول به د صادراتو په برخه کې هم پرمختګ وکړي ،د ټرانسپورټ لګښت به یې هم راکم شي او د اومه تیل او تازې میوې
به ارزانه وارد ک ړي ،له اروپا سره سوداګري ،اوس مهال هندوستان له سرې بحیرې ،سویس کانال او مدیترنۍ څخه ترسره
کوي خو د چابهار له الرې ورته دریش یا څلویښت سلنه کم لګښت لري .په همدې ډول هند غواړي په مرکزي اسیا کې د
بیمې ،بانکوالۍ ،مخابرات ،ټکنالوژې ،کرنه او درملو په برخه کې پانګونه وکړي او د هند لپاره ډیر مهم سکتور د تیلو او
ګازو دی ځکه چې هند د انرژې له قلت سره مخ دی دا تر اوسه نه دي شوي چې یوه سبب د مخامخ الرې نه شتون و چې چا
بهار سره به دا ستونزه هم ختمه شي په عربو سمندرګي د چین شتون د پاکستان د تقویت د ګوادر بند له الرې به هم د هند تر
څار الندې وي.
په همدې ډول زموږ لپاره هم ډیرې ګټې لري زموږ لپاره د پاکستان بدیل دی ،په همدې ډول له هندوستان سره زموږ
نښلیدل ،د افغانستان له الرې د هندوستان او منځنې اسیا اړیکې ،په هیواد کې د لویو الرو جوړول( زرنج دالرام تر چا
بهاره،شمال ،لوید یز کې سړکونه) ،د ریل لیکو( چاه بهار څخه تر بامیانو 900کیلو متره ریل لیکه) جوړول او دې ورته د
هیواد د سوداګرو ته اسانتیاوې ،صادراتو او وارداتو په برخه کې ستونزې له منځه تللو او یو شمیر نورې ګټې دي چې موږ
له دې الرې ترالسه کوو.
نو له پورتنیو څرګندونو څخه دا سې معلومیږی چې چا بهار بندر یوازې د هیواد لپاره په سوداګریزه برخه کې نه بلکې په
اقتصادي لحاظ هم ډیر ارزښت لري ددې بندر په فعالیدو سره به د هیواد اقتصاد ارزښت الپسې لوړ شي موږ په مخامخ د
هندوستان سره اړیکې ولرو چې د نړۍ اووم لوی اقتصاد لرونکی هیواد دی له بلې خوا به پاکستان اړخ ته کړی وي هغه
تکیه چې موږ پرې د لسیزو راهسي لرله راکمه .هیواد به مو د سیمې او نړۍ له لویو هیوادونو سره وتړل شي چې دا به د
هیواد په سیاسي ،اقتصادي او ټولینز حالت کې ژور بدلون راولي.
په سټراتیژیک لحاظ ګوادر بندر د کراچۍ له بندر څخه ډیر واټن لري چې د هند او پاکستان په جنګ کې کراچی بندر هم د
هندي ځواکونو لخوا ویشتل شوی و چې د لنډ وخت لپاره یې د کراچی بندر کړنې شنډې کړې وې.ګوادر بندر په بلوچستان
کې موقعیت لري چې سیاستي ستونزه هم لري ځکه بلوڅ ازادي غوښتونکي یې مخالف دي او څو ځلې په چېنایي انجنیران
بریدونه هم کړي دي چې کار په موقتی ډول له خنډ سره هم مخ و.دا یوه لویه پروژه ده له بله اړخه د بلوڅ د هوکړې نه
شتون دا بندر نړیوال کیدل یو ستونزمن کار دی ددې تر څنګ په دی برخه کې داوسپنۍ الرې او صنعتي وړتیا او لږ
پرمختللی سیمه ده.په همدې ډول د افغانستان سویل کې د دبندر او سویلي اسیا ته الر او په همدې ډول زمینه یې نه ده
مساعده .په همدې ډول که اسیا پراختیایي بانک یوه ارزونه کړې ده چې که دا بندر جوړ شي نو د ازبکستان او ترکمنستان
لپاره هم ګټور دی.
کرا چی بندر :دا بندر د سویلي اسیا له مهمو بندرونو څخه ګنل کیږي چې ډیر بوخت بندر هم دی د هیواد 60سلنه کارګو له
همدې الرې ترسره کیږي 25میلونه ټونه هر کال وړتیا لري.او د سند ایاالت په کراچۍ ښار د کامري او صدر د ښارګوټو
په منځ کې موقعیت لري چې کاروباري سیمو او ص نعتي سیمو ته نژدي دی .جغرافیاوي موقعیت یې ډیر مهمو الرو چې
هوموز تنګي ته هم نژدی دی .د کراچۍ او تورخم ترمنځ الر 1406کیلو متره ده .
بندر عباس :په کال 1622زیږدیز کې شاه عباس د ایراني سردار امام قلی خان په مرسته ددې بندر څخه د پرتګالیانو الس
لنډ کړو چې له همدې کبله ویاړ د بندر د ګمبرون څخه یې نو په عباس بندر واوښت .په اوسني وخت کې بندر عباس ښار
هرمزګان استان مرکز د ایران له مهمو ستراتیژیکو او سوداګریزو سیمو څخه ګنل کیږي چې د خلیج فارس او د عمان سره
نژدې موقعیت لري چې اوسمهال د ایران له پرمختللو سیمو څخه ګنل کیږی .دایران له لویو بندرونو څخه ګڼل کیږي چې د
بندر عباس واټن له تهران څخه 1287او له اصفهان څخه 931کیلو متره دی.دا سیمه په ځانګړو شرایطو له کبله له هر
وخت له ایران څخه د ډیرو میلمنو کوربه وي .بندر عباس او اسالم قلعه ترمنځ واټن 1390کیلومتره الر ده .
اخیستنې
1.
وحدت احمد شاه،د افغانستان لنډه پيژندنه،دانش کتاب پلورنځی 1396،ل ،کابل 1.
افغانستان
ارشاد اورنګزيب،افغانستان پيژندنه،دانش خپرندويه ټولنه 1395،ل کابل افغانستان 2.
رحيمي بروجردی ډکتر علير رضا،همګرايي اقتصادی ترتيبات تجاری منطقه ای و 3.
بازارهای مشترک.
د مالونو د حمل او نقل قانون 1388،ل 4. .
سرک حلقوي،د افغانستان د تحليلګرانو شبکه ،کابل افغانستان5. AAN،1394 ،
6. A modern silk road strategy,S.Frederck starrr and Anndrew
C.Kuchins with Stephen Benson,Johannes Linn,Thomas
sanderosn, Central Asia-Caucasus Institute & Silk Road Studies
& Program In Cooperation with the Center for Strategic
© International Studies, Central Asia-Caucasus
Institute & Silk Road Studies Program – A Joint Transatlantic
Research and Policy Center Johns Hopkins University-SAIS,
1619 Massachusetts Ave. NW, Washington, D.C. 20036, Institute
for Security and Development Policy, V. Finnbodav. 2,
Stockholm-Nacka 13130, Sweden ,www.silkroadstudies.org
7. India S role in south Asia trade and investment integration,Rajiv
kumar and Manjeeta singh,2009,Asin development Bank.
• Understanding china s Belt and road initiative, peter Cai,March
2017,lowy institute for international ,policy.
لومړۍ برخه
لومړی د اقین یا اګین بندر؛ دا بندر د اندخوی له ښاره 35کیلومټره واټن لري چې له ترکمنستان هېواد سره یو ډېر مهم سوداګریز بندر دی او
له دې الرې د افغانستان اسیایي او اورپایي هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي .له ترکمنستان سره په 1887کال کې سرحد ټاکل
شوی دی.
که په تاریخې لحاظ اسیایي هېوادونو او اورپایي هېوادونو سوداګریزو اړیکو ته نظر وکړو نو د ورېښمو یوه الر له همدې مسیره تېره شوې
چې د بارتر سیسټم له مخې مالونه تبادله کېدل چې هلته د کمساري پر جوړېدو سره ګومرکي مالونه تبادله او د بخار په نامه موجود ول ،خو
کله چې په روسیه کې بدلون راغی؛ نو د دواړو خواوو پر مخ وتړل شوه خو په کال 1371ه ش کې یو ځل بیا له ترکمنستان سره دا الر
پرانستیل شوه ،اوس مهال د ګومرک تر څنګ یو شمېر نورې ادارې او شرکتونو خپلې څانګې پرانیستې او له دې بندره وارداتي توکي دا دي؛
خوراکي مواد ،نفتي مواد ،طبی دواوې ،عرادهجات او هغه هېوادونه چې ایران ،چین ،ترکیه ،امارات ،المان ،روسیه ،اندونیزیا ،مالیزیا،
کوریا ،جاپان او ترکمنستان ته واردېږي.
دغه صادرات لکه؛ کرنی ز او حیواني محصوالت ،قالینې ،قره قول پوستکي ،پسونو کولمې ،کنجد ،شیرین بویه ،اوستوق ،ممیز ،چهار مغز او
بادام ،د هېواد د سوداګرو له خوا ایران ،ترکیې ،فنلنډ ،روسیې او عربستان ته صادرېږي ،خو د ژمي په موسم کې ډېر وخت ستونزې لري،
مګر د اوړي په موسم کې تر هر وخت ګټور وي.
حیراتان بندر
دا د افغانستان او ازبکستان تر منځ د بلخ والیت په شمال کې پروت دی چې د هېواد له مهمو بندرونو ګڼل کېږي ،دغه بندر د دواړو هېوادونو
تر منځ سرحد د امو سیند جوړ وي ټول ټال 137کیلومټره سرحد دی او په کال 1982کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستي پل د شوروري
اتحاد په وسیله جوړ شو چې افغانستان یې له مرکزي اسیا ،روسیې او چین سره وتاړه ،شوروي اتحاد په کال 1983ـ 1984کال پورې یو
څلوېښت زریزه ښارګوټې هم جوړ کړو دا الر په تېرو جنګونو کې خوندي الر بلل کېده.
د حیراتو سطحه له بحره 300مټره ده چې هو ا یې ګرمه او لقمه په نامه کبان پکې پیدا کېږي چې د هېواد له مهمو بندرونو یو دی .په دې
وروستیو کې چې زموږ اړیکې له پاکستان سره نسبتا ً خرابې شوې؛ نو له دې بندره ډېر کار اخیستل کېږي دا بندر د دې تر څنګ چې ریللیکه
هم لري ،دا دویمه لیکه 15کیلومټره د ازبکستان له ترمزه د حیراتانو پورې اږدول او بیا وروسته دامو د سیند پورې په همدې ډول د دوستي
تر پول پورې تړاو پیدا کوي.
چین هېواد لومړی سوداګریزه محوله هم د اوسپنې لیکې د حیراتان له بندره وارد کړل چې د هېواد لپاره ډېره مهمه مساله ده .له بل لوري په
هېواد کې د بېکاری او امینت په تامین کې مهم رول لري.
د ای خانم بندر
دا په تخار والیت کې دی افغانستان له تاجکستان سره نښلوي ،دا بندر له طالبانو سره د جنګ پر مهال د شمال ټلوالې له خوا تاسیس شوی و خو
تر اوسه د هېواد له مهمو بندرونو بلل کېږي چې بنسټیزه ستونزه یې دا ده چې دا بندر پل نه لري ،د دې تر څنګ د تګ راتګ الر یې هم مناسبه
نه ده ،سړکونه هم نه دی جوړ ،خو کله چې سوداګر وغواړي خپل توکي د بېړیو له الرې د امو له سینده بلې غاړې ته وړي او یا یې راوړي،
له همدې کبله یې عواید ډېر کم دي ،بدبختانه اوس دا بندر له سقوط سره مخ دی چې د هېواد له شمال ختیځو بندرونو ګڼل کېږي ،د دې بندر په
رغولو به د هېواد اړیکې له منځنۍ اسیا سره نورې هم پیاوړې شي.
شېرخان بندر
دا د هېواد په شمال ختیځ کې دی چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ پروت دی د شېر خان بندر او تاجکستان تر منځ د امو لوی سیند دی چې
د پنچ پل په وسیله تړل شوی .شېر محمد ناشر د خروټیو د قوم یو لوی خان او قومی مشر و چې د افغانستان په تاریخ کې د شېرخان په نوم
مشهور دی .کله چې بچهسقاو د نادرخان له السه ماتې خوري؛ نو د شېرخان په مشري ځواک یې د شمال پر لور حرکت کوي ،څو یاغیان
وځپي او شېرخان د تاجکستان تر پولو ځان رسوي.
نادر خان د ثبات لپار فرمان ورکوي چې شېرخان همالته دایمې واوسي .شېرخان په کال 1309هجري شمسي په کندوز کې والي مقرر شو
چې وروسته لوی ځمکوال او ځواکمن وګڼل شو .د شېرخان زوی غالم سرور ناشر په قندوز کې شېرخان بندر ،د پنبو له دانو د غوړیو
جوړولو فابریکه یا سپین زر شرکت ،سپین زر هوټل او موزې تاسیس کړې ،شېرخان د محمد ظاهر شاه بابا د کاکا هاشم خان له خوا ووژل
شو.
دې بندر د دواړو هېوادونو تر منځ ډېرې اسانتیاوې راوستلې چې هر ورځ ډېر خلک سوداګر او سوداګریز توکي سره تبادله کېږي.
تورغونډۍ بندر
دا بندر افغانستان له ایران ،ترکمنستان او قزاقستان سره تړي چې د ملت بابا محمد ظاهر شاه له خوا په لومړنۍ بڼه جوړ شو چې د هرات په
لرغوني والیت کې موقعیت لري ،ازبکستان سره اوس مهال ډېر سوداګریزې راکړې ورکړي د اقینې د بندر له الرې کوي .په دې وروستیو
کې د تورغنډۍ بندر د ظرفیت د لوړونې لپاره هم الرښوونه شوې ده له بل لوري د هېواد لپاره ډېر مهم سوداګریز ارزشت لري چې افغانستان
د ترکمنستان له الرې اذربایجان او د هغې الرې اروپا سره تړي دا د الجوردو الر هم بولي.
له ترکمنستانه بیا سرهتیابه د تور غونډۍ تر ښاره د لسو کیلومټرو په اندازه د شوروي اتحاد له خوا جوړه شوی و ،بیا تر 2007پورې
هماغسې پاتې وه .له تور غونډۍ د هرات تر هوایي ډګره د اوسپنې د لیکې تخنیکي او اقتصادي سروې پیل شوې چې 200کیلومټره دی.
اسالمقلعه بندر
دا سیمه د کافر قلعه په نوم هم یادېږي ،د ا فغانستان غربي والیت په هرات کې موقعیت لري او سرحد یې له ایران هېواد سره دی ،دا یو رسمي
سرحد دی چې د ایران د تایباد له سیمې افغانستان ته را داخلېږي ،اسالم قلعه د کوهستان په ولسوالي کې ده چې د اسالم قلعه د لویې الر په
وسیله د هرات والیت له ښار سره تړل کېږي ،د افغانستان او ایران تر منځ سود اګري هم له همدې الرې کېږي.
دا بندر د افغانستان او ایران تر منځ موجود دی چې ډېر وګړي د همدې بندر په وسیله تګ راتګ کوي اسالمقلعه کوچینی کلي لري چې د
کالته /تاجیک ها او قدوساباد په نوم یادېږي ،قدوس اباد یو ښارګوټی دی چې هرات ته د راتګ لیکه جوړوي ،همدارنګه د کوهستان په
ولسوالي پورې تړاو ،هوا یې هم مناسبه ده