You are on page 1of 6

‫رسلیک‬

‫مونږ هغه ملت یو‪ ،‬چې د نړۍ خزانې مو په خاوره کې پرتې دي‪ .‬لوګر مو د نړۍ تر ټول ډېر مس لري‪ ،‬بامیان مو د سیمې پر‬
‫کچه اوسپنه لري‪ ،‬یواځې د حاجي ګک کان (‪ )۲۰۷۰‬میلیون ټنه اټکل شوی‪ ،‬چې په هغه کې د (‪ )۶۳‬څخه تر (‪ )۶۹‬فیصده‬
‫پورې اوسپنه ده‪.‬‬
‫د هېواد ختیځ مو هغه اوبه لري‪ ،‬چې د یو لیرت بیه یې د نورې نړۍ د یو لیرت تېلو له بیې رسه برابره ده او د داسې موسم خاوند‬
‫دی‪ ،‬چې د کال څلور فصلونه پکې کښت کیږي‪.‬‬
‫خوست مو د کرومایټ په نو له داسې ډبرو ډک والیت دی‪ ،‬چې ان چین یې پخپلو وسلو کې یې له استعامل ګټه اخيل‪.‬‬
‫پنجشیر مو له زمرود‪ ،‬بدخشان مو له الجوردو‪ ...‬او لنډه دا‪ ،‬چې د هېواد لوېشت لوېشت خاوره مو د خپلې سینې الندې داسې‬
‫خزانې لري‪ ،‬چې منظم استعامل یې افغانان څه چې نړۍ له لوږې ژغوري‪.‬‬
‫د داسې خاورې درلودل مو که نیک بختي ده؛ خو بد بختي هم ده‪ ،‬روانه جګړه دلته د افغانستان د کانونو او اوبو لپاره ده‪.‬‬
‫همدا اوس هم د هېواد له ګڼو والیتونو قیمتي ډبرې پاکستان ته قاچاق کیږي‪ ،‬طالب یې امنیت هم نیيس او طالب ورته زمینه‬
‫هم برابروي‪ ،‬حتا ځېنو سیمو ته ال ان هغه پاکستاين معدن پېژندونکي هم راويل‪ ،‬چې قیمتي ډبرې پېژين‪.‬‬
‫اوس تازه په کامل خان بند کې د اوبو زېرمه کول پیل شول‪ ،‬دا هغه بند دی‪ ،‬چې نهه میګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ ‪ ۸۰‬زره‬
‫هکتاره کرنیزو ځمکو ته اوبه ورکوالی يش‪.‬‬
‫کامل خان بند له بشپړېدو وروسته‪ ۲۷۸۸ ،‬میلیونه مرت مکعبه اوبه مهار کوي‪ ۵۵ ،‬ملیونه مرت مکعب اوبه ذخیره کوي‪ ۱۷۴ ،‬زره‬
‫هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي او د ‪ ۹‬مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري‪.‬‬
‫د کامل خان بند زمونږ لپاره یو مهم ارزښت لري‪ ،‬دا بند لس زره کلن تاریخ لري چې د جوړېدو چارې ېې د تېمور لنګ تر‬
‫وختونو پورې تړل کيږي‪ ،‬چې له سیستانیانو رسه د تیمور د جګړې په پایله کې دا بند ونړيد او تر ډېره وخته پورې همداسې‬
‫نړيدلی پاتې شو‪.‬‬
‫په کال ‪ ۱۳۴۵‬د افغانستان د جمهور رئیس رسدار محمد داوود خان د واکمني پر مهال د بند د بیارغونې او رسوې چارې بیا‬
‫پیل شوې خو د ثور د کودتا او نورو سیايس عواملو له کبله نیمکړې پاتې شوې‪.‬‬
‫دا بند زمونږ پنځه کلن تاریخ ان لس زره کلن ته وړي‪ ،‬او نړۍ ته د افغانستان متدن ښيي‪.‬‬

‫ذبیح الله ظاهر‬


‫‪18/12/1399‬‬
‫د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره د کامل خان بندر ارزښت‬

‫خالصه یا چکیده‪:‬‬

‫بندونه چې د اوبو د زېرمه کولو‪ ،‬برېښنا تولید‪ ،‬داخيل ځمکو خړوبولو‪ ،‬او د سیالبونو د مخنیوی لپاره جوړيږي او د پېړیو راهیسې دا کار‬
‫جریان لري او د همدې بندونو په ذریعه مونږ د اوبو تقاضا په مختلفو برخو کې لکه صنعت‪ ،‬زراعت‪ ،‬صحت او داسې نورو کی پوره‬
‫کوو‪.‬‬

‫د بندرونو‪/‬بندونو جوړول د محیط لپاره هم مثبتې او هم منفي پایلې لرلی يش چې مثبتې نقطې یې په الندې څو ټکو کې رانغاړو‪:‬‬

‫د سیالبونو د کنرتول ګټې‪ :‬بند کوالی يش د سېالبونو پېښېدل کم کړي‪.‬‬ ‫‪.i‬‬


‫د ځمکې د حاصلخیزه کېدلو ګټې‪ :‬دا اضايف ګټه هغه وخت تررسه کېدلی يش چې ځمکې خړوبې يش او له هغې ځمکې‬ ‫‪.ii‬‬
‫سمه استفاده ويش‪.‬‬
‫د برق او انرژی د تولید ګټې‪ :‬دا چې برق د خلکو اسايس رضورت دی نو پدې رسه کوالی شو چې کم مرصفه برق تولید او‬ ‫‪.iii‬‬
‫صنعتي او نورې اړینې چارې تررسه يش‪.‬‬
‫د خلکو لپاره د څښاک او د استفادې وړ اوبه برابرول چې خپل ورځني رضورتونه پرې پوره کړي‪.‬‬ ‫‪.iv‬‬
‫د ځمکو آبیاري ګټې‪ :‬د دې په واسطه مونږ د وچو ځمکو او زراعتي ځمکو فرق کوالی شو تر څو له هغوی څخه اقتصادي‬ ‫‪.v‬‬
‫ګټه پورته يش‪.‬‬

‫له دی ګټو رسه د بندونو ځینې منفی ټکي هم شتون لري چې د بندونو جوړولو وخت کې باید له نظره ونه غورځي‪ ،‬لکه‪:‬‬

‫‪ -1‬د ماهیانو د نسل کموالی‬


‫‪ -2‬د مختلفو حیواناتو د الرې او تګ راتګ مخنیوی‬
‫‪ -3‬د اوبو په کیفیت کې بدلون‬
‫‪ -4‬د زهرجنو موادو تولید او زیاتېدل‬
‫‪ -5‬د زلزلو د چانسونو زیاتوالی چې د قوي اوبو د زېرمه کولو له کبله راځي‪.‬‬
‫‪ -6‬د ځينې هغو مرضونو زیاتوالی چې د اوبو د زېرمه کولو رسه تړيل لکه (مالریا‪ ،‬ټایفس‪ ،‬ټایپهویډ‪ ،‬تبه‪ ،‬او کولیرا‪ ،‬وغیره)‬

‫کیم (‪ )2006‬دا وړاندیز کوي چې د زیربناوو جوړول‪ ،‬لکه د ترانسپورت او انرژي رسه تړيل واويس د اوږد مهاله ټولنیز اقتصادي‬
‫پرمختګ لپاره اړین دي‪ .‬د لویو زیربناوو شهرت ‪ ،‬په ځانګړې توګه بندونه‪ ،‬په محلی او ملی سطحه باندې توپیر کوي او له پورتنیو‬
‫مشخصو ګټو ترالسه کولو کې مرسته کوالی يش او له دی رسه رسه خلکو ته هم د پرمختګ زمینه برابرولی يش‪.‬‬

‫کلیدي کلیامت‬

‫کامل خان بند‪ ،‬اقتصاد‪ ،‬ټولنیزې ګټې‪ ،‬پرمختګ‪ ،‬د اوبو زېرمې‬
‫د موضوع معرفی‪:‬‬

‫کامل خان چې د افغانستان یو وطندوسته او زړور شخصیت تېر شوی او د دې لپاره چې د افغانستان د اوبو ساتنه وکړی يش نو په یوازې‬
‫ځان یی دا هڅه پیل کړه تر څو د نیمروز او ګاونډی والیتونه ښېرازه او زرغون کړي او د افغانستان زر(اوبه) څخه په سمه توګه استفاده‬
‫ويش‪ .‬نو په ډېرو کمو امکاناتو یی د دې بند چارې پیل کړې او د همدې مدیریت په واسطه یی وکوالی شول چې شاوخوا ځمکې‬
‫زرغونې يش او د سیستان ښکال ال پسې زیاته شی نو دې باارزښته بندر ته یې لوی نوم (کامل خان بندر) غوره کړ‪.‬‬

‫یو څه موده وروسته نوموړی بند د جګړو په نتیجه کې ویجاړ کړی شو چې بیا د رسدار محمد داود خان په رهبی د دې بند کارونه بېرته‬
‫پیل کړل خو بدبختې جګړې بیرته دا کار له ځنډ رسه مخ کړ او په اوسني وخت کې بیا د افغانستان ولسمرش محمد ارشف غني لخوا یې‬
‫بېرته پرانیسته وشوه چې د خلکو ‪ ۷۷‬کلن انتظار یې پای ته ورسوو او د اوبو زېرمه کېدل پیل شول او د دې بند په واسطه به ‪ ۱۸۴‬زره‬
‫هکټاره ځمکه خړوبه يش او د دې تر څنګ به د خلکو لپاره د کار زمینه او د ‪ ۹‬میګاواپه برېښنا تولید ظرفیت هم ولري‪.‬‬
‫د موضوع اهمیت او تفصیل‬

‫د کامل خان بندر چې ډېر وخت راهیسې یی د جوړولو هڅې د کامل خان او رسدار محمد داود خان لخوا تر رسه شوې د ډېر اهمیت‬
‫څخه ډک دی‪:‬‬

‫د کامل خان بند کوالی يش چې د ختیځ‪ ،‬خصوصا نیمروز‪ ،‬هلمند‪ ،‬زابل او داسی نورو والیتونو لپاره خورا ډېر ارزښت لرونکی دی خو‬
‫د دې رسه رسه ځینې هغه اجتامعي‪ ،‬اقتصادي‪ ،‬او کلتوري مثبتې ګټې‪ ،‬کوالی شو په الندې ټکو کې ال روښانه کړو‪:‬‬

‫د اقتصادي پرمختګ لپاره د فرصتونو برابرېدل‪ :‬د صنعتي او زراعتي تولید لپاره غوره رشایط ‪ ،‬په منطقه کې د سیاحت او‬ ‫‪‬‬
‫مېلمه پالنې پرمختګ او جذب‪ ،‬د فرعي اقتصادي روابطو ایجاد او منځ ته راتګ چې د دی رسه به زراعتي عوایدو کې د پام‬
‫وړ زیاتوالی رايش‪ ،‬د پټي او زراعت څخه د باندې به د خلکو شغيل فرصتونه زیات يش‪ ،‬او د اقتصادي حوزې پراخوالی به‬
‫رامنځ ته يش‪.‬‬
‫د فقر کموالی‪ :‬د بند د جوړولو په وخت کې او له جوړېدو وروسته به د خلکو لپاره کاري زمینو شتون ولري او نور به پردو‬ ‫‪‬‬
‫هېوادونو ته د تګ اړتیا پېښه نيش‪،‬چې په پای کې به هم بې روزګاري او بیکاري کمه يش او هم به د هغو زراعتي ځمکو او‬
‫دهقانانو چې ټيټ اقتصادي وضعیت کې واويس پکې د پام وړ ښه والی رايش‪.‬‬
‫د غوره او بهرته راتلونکي توقعات‪ :‬د دې رسه به منطقه او خړه ځمکه ښېرازه او زرغونه يش‪ ،‬د اجتامعي اړیکو او اقتصادي‬ ‫‪‬‬
‫ودې لپاره به سهولیات برابر يش او د ځمکې درجه او اهمیت به پورته الړ يش چې په پایله کې به یې د خپلې ځمکې لپاره‬
‫مینه‪ ،‬د رفاع او خوشبختۍ احساس‪ ،‬او د راتلونکي ښه وايل کې بدلون رايش‪.‬‬
‫امنیتي وضعیت کې بدلون‪ :‬د اوبو زیاتوالی او کنرتول‪ ،‬د فقر کموالی‪ ،‬چې د دې پایله کې به یې د دهقانانو او زراعتي‬ ‫‪‬‬
‫کارمندانو تر منځ شخړې کمې يش او د امنیت له پلوه به د جرایمو سطحه کی ډېر کموالی رايش ځکه د مرکزي حکومت‬
‫تلپاتې پام به د دی باعث وګرځي چې دوامداره ارزیايب ويش‪.‬‬
‫د مهاجرت کموالی او مخنیوی‪ :‬د کامل خان بند رسه به د تولیداتو رشایط غوره خوا ته الړ يش‪ ،‬کاري او شغيل فرصتونه به‬ ‫‪‬‬
‫لوړ يش ځکه د دې رسه به دولت وکوالی يش چې د کلیوالو او خلکو تر منځ د زراعت او کرنې شوق او مینه زیاته کړي‪،‬‬
‫اقتصادي او مايل رفاع به مینځ ته رايش او د منطقې دید به د خلکو او اطرافیانو له نظره غوره او مثبت خوا ته الړ يش‪.‬‬
‫ټولنیز یووالی او ټولنیزه پانګه‪ :‬د دې بند رسه به د خلکو او اشخاصو تر منځ اجتامعي اقلیم او فضا د راحتي خوا ته الړه يش‬ ‫‪‬‬
‫ځکه ټوله منطقه بهرتوايل خوا ته ځي‪ ،‬د دې تر څنګ به د دهقانانو او کرنیزو شبکو تر منځ اتحاد او اتفاق ټینګ يش چې په‬
‫پایله کی به اجتامعي او منطقوی رفاع او ستندرد پورته يش‪.‬‬
‫د زیربنا پراخوالی او وده‪ :‬د دې رسه به نور اجتامعي رضوریات هم د الس الندې ونیول يش لکه د رسکونو او پلونو‬ ‫‪‬‬
‫جوړېدل او اطرافیاتو ته د مرکزي حکومت ځانګړې توجه او پاملرنه چې له دې رسه به د خپلو مختلفو او باارزښته رسچینو‬
‫استفاده ويش او هم به د بند ګټې په مناسبه توګه د خلکو تر منځ ووېشل يش او سیمه به هم قطبي پرمختګ خوا ته الړه يش‪.‬‬
‫نتیجه ګیري‪:‬‬

‫د نېمروز په وچو بې پایه دښتو کې د اوبو بند د غني افغانستان لپاره د خلکو هيلې ال ډېروی‪ ،‬دا بند د ابادۍ پر ناوې د سینګار یو بل‬
‫خال دی‪ .‬ځکه د هېواد ختیځ مو هغه اوبه لري‪ ،‬چې د یو لیرت بیه یې د نورې نړۍ د یو لیرت تېلو له بیې رسه برابره ده او د داسې موسم‬
‫خاوند دی‪ ،‬چې د کال څلور فصلونه پکې کښت کیږي‪.‬‬
‫افغانستان د بډایه هېوادونو له جملی څخه دی چې د بندرونو په جوړولو له هغه هېواد څخه چې ‪ ٪۷۰‬سلنه خپله د اړتیا وړ برېښنا له‬
‫ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړی توګه له تاجکستان‪ ،‬ازبکستان‪ ،‬ترکمنستان‪ ،‬او ایران څخه واردوی او له دې کبله د کال شاوخوا ‪ ۲۲۰‬تر‬
‫‪ ۲۷۰‬ملیونه ډالره پیسې له السه ورکوو‪ .‬که چېرې د افغانستان د برېښنا له ټولو داخيل تولیدي رسچينو څخه ګټه پورته يش‪ ،‬کوئ يش چې‬
‫په ټولنیزه توګه د کال ‪ ۱۲۲‬زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي او په داسې حال کې ده چې برېښنا ته د افغانستان کلنۍ اړتیا په ټولنیزه توګه‬
‫‪ ۴۷۰۰‬مېګاواټه ده‪.‬‬

‫د کامل خان بند ارزښت ډېر زیات دی‪ ،‬چی بغیر له دې چی برېښنا رضورت پرې پوره کوالی شو بلکه له دی رسه به زمونږ د کرنې‬
‫سکتور د ودې لپاره حیايت ده چې شاوخوا ‪ ۱۸۰۰۰۰‬زره هکتاره ځمکه به خړوبه يش او د نیمروز والیت خړې دښتې به د آبادۍ پر لور‬
‫الړ يش او خلک به له نرمې او تازه هوا څخه خوند واخيل او باالخره به د هېواد وګړي پر ځان بسیا يش‪.‬‬

‫د خلکو لپاره به شغلی فرصتونه برابر يش او له پردی مزدوری به خالص شو نو که چېرې مونږ د ختیځ له ارزښتمنو اوبو څخه په سامله‬
‫توګه استفاده او ښه مدیریت او انسجام ورته ولرو نو ان شأ الله چې هم به له پردیو مزدوریو او تکلیفونو څخه خالص شو‪ ،‬هم به مو‬
‫اقتصاد پیاوړی يش‪ ،‬هم به مو کاري او شغلی فرصتونه ایجاد کړو او باالخره هغه پیسې چې مونږ یې د خپلو رضوریاتو لپاره خارجي او‬
‫ګاونډیو هېوادونو ته ورکوو‪ ،‬له هغې څخه به د خپل صنعت‪ ،‬تجارت‪ ،‬زده کړې او تحصیل‪ ،‬د داخيل معدين رسچینو د استخراج‪ ،‬او د‬
‫اجتامعي رفاع لپاره خرج کړو‪ .‬د خوشحاله‪ ،‬سوليیز او ودان افغانستان په هیله!‬

‫رنګونه دي‪ ،‬رنګونه دي‪ ،‬رنګونه دي رنګونه‬


‫راپورته شئ‪ ،‬د ګران وطن د خیر دي اذانونه‬

‫وړاندیزونه‪:‬‬

‫دا چې زمونږ د وطن په رس کې یو داسې شخصیت وجود لري چې په اقتصاد کې تر هر چا غوره پالنونه لري او د هغه چا الره تعقیبوي‬
‫چې نړۍ به ورته په احرتام او د لوړ شخصیت په نظر کتل چې هغه رسدارمحمد داود خان وو‪ ،‬نو ددې لپاره چې له خپلو دغو اشخاصو‬
‫رسه مو په یو اړخ کې کومک کړی واوسی نو الندې وړاندیزونه ورته لرم‪:‬‬

‫لکه څنګه چې بندونه د اقتصاد او خلکو د بساینې او پرمختګ لپاره اړین دی نو همداسی د هغه حیواناتو چې د اوبو الندې‬ ‫‪‬‬
‫او یا هم شاوخوا ژوند کوي په پام کی ونیيس تر څو د اوبو تر څنګ د ژوند چاپیریال‪ ،‬وحش ژوند‪ ،‬او د اوبو الندې ماهیان‬
‫پکې رضر ونه ویني‪.‬‬
‫ د پکتیا ځاځی بندونه او د اوبو زېرمې چې‬،‫په هغو اوبو او سیندونو چې خورا لوړ ارزښت او قوي زېرمې لري لکه د کنړ سیند‬ 
‫ ترې سمه ګټه واخیستل يش او د جوړولو او بیا رغولو لپاره بهرته‬،‫پټې دي او د برېښنا تولید او د زېرمې مهمې برخې دي‬
.‫پالنونه جوړ يش چې هم اقتصادي وی او هم کلی او بانډو ته رضر ونه رسوي‬
‫د بندونو او اوبو زېرمو تر څنګ باید ځنګلونو ته هم پام ويش ځکه دواړه د افغانستان له هغو رسچینو څخه دي چې کوالی‬ 
‫يش افغانستان او اطرافی والیتونو ته خپله ښکال بیرته راوګرځوي او هم به خلک په خپل ارزښت او د خپلو زېرمو په ارزښت‬
.‫پوه يش‬
‫هر کله چې بندونه جوړ يش نو تر څنګ یې باید د هغوی د ساتلو او بیا رغونې سم مدیریت ويش یعني دیزاین یې داسې‬ 
‫جوړ يش چې د سیاحت لپاره هم یو دلچسپه ځای وګرځي او هم د دې له الرې یی مصارف هم کم يش او به د اقلیم او‬
.‫ماحول د بدلېدو سبب وګرځي‬

:‫رسچینې او مآخذونه‬

:‫په دې مقاله کې د الندی معتبو رسچینو څخه استفاده شوې‬

-‫ (تحلیل اثرات اجتامعی‬۳۵۱-۳۲۵ ‫ صفحات‬،۱۳۹۵ ‫ پاییز‬،۵۳ ‫ شامره‬،۱۳۹۳ ‫ سال‬،‫پژوهشی جغرافیا و برنامه ریزی‬-‫نرشیه علمی‬
)‫ سید سلیامنشاه‬:‫اقتصادی سدسازی بر توسعه روستایی (مطالعه موردی‬

American Rivers.2001 a.10 ways dams damage rivers. (Online) Available at American Rivers website: (
URL:http://www.amrivers.org/damremoval/tenreasons.htm.)

International Rivers Network, 2001.Reviving the world’s rivers. (Online) Available at International Rivers
Network Web Site. URL: http://www.revirrevival.org/brochure/rrpt2.html.

Abdullah, Al Noor Mohammed (2019) Assessing Economic, Social, Political and Environmental Issues
Related to Mega-Projects: A case study of Merowe Dam in Sudan (http://hdl.handle.net/10026.1/15081)

Bezuayehu Tefera Olana (2006) People and Dams: Environmental and Socio-Economic changes induced
by a reservoir in Fincha’a watershed, western Ethiopia

Andrea Kraljevic, Jian-hua Meng, Patricia Schelle. WWF analysis (2013) Seven Sins of Dam Building.
WWF International - Freshwater Programme & WWF-Germany

Mazzei, L., Haas, L. J.M.; O'Leary, D.T (2011). Opportunities in Dam Planning and Management. The
World Bank

https://8am.af/ps/who-was-kamal-khan-and-why-was-a-big-dam-named-after-him/

You might also like