You are on page 1of 32

‫بانک‬

‫په دې ليکنه کې د کوم اخځ يا سرچينې د درک يادونه نه ده شوې‪ .‬لطفًا د باوري سرچينو په ورکړې سره همدا ليکنه پياوړې کړئ (‪https://p‬‬
‫‪ .‬پاتې دې نه وي چې دنوربېوګورئ‬ ‫‪)s.wikipedia.org/w/index.php?title=%D8%A8%D8%A7%D9%86%DA%A9&action=edit‬‬

‫بانک يو وټه ايز بنسټ دی چې د اعتباري توکو‪ ،‬مالي‬


‫راکړې ورکړې‪ ،‬د گرانو توکو د پېر پلور‪ ،‬د پيسو د لېږد‬
‫رالېږد‪ ،‬گاکانو د غوښتل شويو السوندونو او د ونډو د‬
‫سود اخيستنه‪ ،‬د گاکانو مالي بړياينه‪ ،‬د امانتونو د منلو‪،‬‬
‫ساتلو او د ارزښتمنو پاڼو او توکو ساتنه‪ ،‬تجهيز او‬
‫توزېع کول يې په عامو دندو کې شمېرل کېږي‪.‬‬
‫بانک په يويشتمه‪  ‬پيـړۍ کې داقتصاد په هرم تکيه‬
‫وهلې ده او په نني دور کي دخلکو ترمنځ داقتصادي‬
‫کړنو د تبادلي يوه مهمه السته راوړنه بلل کيږي‪.‬‬
‫خوسره ددي هم‪  ‬بانک‪  ‬په خپل سرپه يوه وخت کي‬
‫منځ ته نه دي راغلي بلکه په همغه ډول چي پيسو‬
‫دتبادلي دپښوالي‪  ‬دوره تيره کړي ده اود ورځني‬
‫ژوندانه داړتياوه‪  ‬او ودۍ له امله منځ ته راغلې دي‪ .‬‬
‫بانک هم پدي بهير کي خپله اړتيا او اهميت څرګند کړي‬
‫دې اودځينو اړتياو پربنسټ چي دسوداګريزو کړنو د‬
‫ودۍ له امله منځ ته راغلي وي‪  ‬نو اړشو چي د يوداسي‬
‫موسسي بنسټ کيږدي ترڅو دهغي له الري وکوالي شي‬
‫چي دلږښتنو دادايني او په خاصه توګه‪  ‬د لري او نږدي‬
‫اخيستونکو د ادايني وړ پيسي بي له کومي ويري‬
‫اوډارڅخه ترالسه کړي چي دا موسسي اوس‪  ‬د‪  ‬بانک‬
‫په نامه ياديږي‪( .‬سيد‪ ،‬پوهنوال مسعود‪ ،‬بانکداري‪،‬‬
‫چاپ‍‍ [[‪Tel:1396%7C%DB%B1%DB%B3%D( ]۱‬‬
‫‪ ،] )B%B9%DB%B6‬مطبعه کابل)‪ .‬‬

‫بانک څه شي دي؟‬

‫ماهرين په دې نظر دي چې د بانک لفظ د جرمني‬


‫ژبي‪(  Back‬بيک) څخه اخيستل شوي دي کله چي‬
‫جرمني د ايټاليا په زياتره برخو قبضه کړي وو نو‬
‫جرمني د ‪ Back‬لفظ ته ايټالوي رنګ ورکړو او په‬
‫‪ Banco‬بدل شو چي دميز په معني دي او وروسته دا‬
‫لفظ په انګليسي کي ‪ Bank‬وټاکل شوو‪.‬‬

‫څخه اخيستل شوي ده يعنې‪  ‬داوږدي ‪Bench‬‬


‫بياځينې نور ماهرين داسې نظر لري چې د بانک کلمه د‬
‫چوکـي په مانا راغلې ده‪.‬‬

‫دبانک پيدايښت ته يوه ځغلنده‪  ‬کتنه‪   :‬‬


‫د بانکوالي‪  ‬نني‪  ‬بڼه په ‪۱۷‬پيړي کې دود پيدا کړو مګر د‬
‫بانکي کړنو پيدايښت د ډ يرتيري مودي څخه سرته‬
‫رسيدي چي مونږ يي په الندي ډول ځينو کړنو ته چي‬
‫د ډيرتير مهاله تر سره کيدي يوه لنډه کتنه کوه‬

‫‪.‬‬

‫دبابل شــاهانو په دې هکله ډېر د پام وړکارونه تــرسره‬


‫کړې دي‪ .‬حامورابي شــپږم ساســاني‪  ‬پاچا‪  ‬د ســود‬
‫قانون او د سوداګريزو پورونو قانون‪  ‬بنسټ کيښود‬
‫چي په حقيقت کې لومړني بانکي قوانين ګڼل کيـږي‪  .‬‬
‫‪                          ‬‬

‫په يونان کې‪  ‬دبانکــوالي کړني معابدو ترسره کولي اود‬


‫خلکو داما نتونو دساتني لپاره معابد ډير ډاډمن ځاي‬
‫کڼل کيده ‪  .‬‬
‫همدا المل وه چي په يونان کي لومړني بانک دميالد‬
‫[[‪Tel:1000%7C%DB%B1%DB%B0%DB%B( ]۲‬‬
‫‪] )0%DB%B0‬کاله دمخه منځ‪  ‬ته راغلي وه خو‬
‫داوسنيوبانکونوسره يي ډير توپير درلود‪ .‬ديونان دولت‪ ‬‬
‫بيالبيالي سکي وهلي وي او هرښارځانته خاصه سکه‬
‫لرله نو کله چي به سوداګر ديوه ښارنه بل ښارته تلل نو‬
‫اړ وه چي خپلي سکي دهغه ښاردسکو سره چي‬
‫سوداګريزوکړنو لپاره ورتلل‪  ‬بدلي کړي‪.‬‬

‫په يونان کي دسکو دتبادلي کار صرافانو په مخ وړو نو‬


‫دوي به خپلي سکي دصرافانو سره په لږ څه ګټه‬
‫بدلولي په همدي ډول دصرافانو ګټه مخ په ودي وه او‬
‫لوي لويۍ صرافياني يي جوړي کړي دوي د دي لپاره‬
‫چي خپلي ګټي ډيري کړي نو خلکو ته يي دسود په‬
‫بدل کي دپور ورکول پيل کړل چي په همدي ترتيب‬
‫ديوانان لومړي بانک دصرافانو لخوا جوړ شو‪ .‬ديونان‬
‫دملي بانک بنسټ په کال [[‪Tel:1874%7C%D( ]۳‬‬
‫‪] )B%B1%DB%B8%DB%B7%DB%B4‬ميالدي‬
‫کي کيښودل شو چي يو له‪  ‬لرغونو بانکونو څخه دي‪.‬‬

‫په چين کي‪  ‬هم بانکي کړني دډيري تيري مودي‪  ‬څخه‬
‫دود وي‪ .‬چين د بشري مدنيت په وده کې لوړ مقام لري‬
‫اوهـم يې داقتصاد په هکله ترنن ورځې پورې ډيرڅه‬
‫سرته رســولي‪  ‬دي‪ .‬دې لرغونې هيواد‪  ‬د ميالد څخه‪ ‬‬
‫شــپـږ پيـړۍ مخکې‪  ‬بانکـــوالي تجربــه کړي ده‪ .‬که‬
‫څه هم چينايان تر ننه پورې پــه دې هکله داورپايانو په‬
‫پرتله غږ نه دي پورته کړي‪ .‬ولې څه چې اړين‪  ‬دې هغه‬
‫دادي چې په دې هيواد کې بانکوالي پــه همغــه زمانه‬
‫کې دود وه اوپه همدې ترتيب کوالي شــو ووايو چې‬
‫ختيځ‪  ‬په لومړي ځل د پولي وســايلو په تبادله او د‬
‫پولي وســايلو په تنظيم کې بانکـوالي دود کړي ده‪.‬‬
‫په منځنيوپيړيو کې يهـوديان د بانک چلوونکې وه ولې‬
‫يهـوديانو په دې برخه‪  ‬کې مخکښـې‪  ‬دي دغه ټبرله ډير‬
‫پخوا څخه په ګټواوسوداګرۍ باندي بوخت و‪.‬‬
‫ايدلوژيکي اومذهبي مما نعت ‪   ‬يې نه درلود او‬
‫برعکس د داســې کار په پياوړيتوب کې يې مرســته‬
‫کوله اوکــړې يې ده که څه هم د تورات په‬
‫څــوځايونوکې منع کړاي شوي وه‪  ‬خو د ګټې تحريم‬
‫يوازې د يهـودو لپاره راغلي وه (( له هغه ورور څخه‬
‫دې ســود اوګـټـه مه اخلــه اوله خپله خدايه‪  ‬و‬
‫ويـريـږه ترڅو دا ورور له تاسره ژوند وکـړي))‪.‬‬

‫داسالم مبارک دين کي هم دپور ورکولولپاره ډيرايتونه‬


‫راغلي دي‪ .‬او سود يي په ټوليزه توګه‪  ‬بند کړي دي‬
‫اوسود اخيستونکي اوسود ورکونکي يې دواړه ته‬
‫ددوزخ زيري ورکــــــړي دي‪.‬‬

‫خداي تعالي دبقري سورت په‪ ۲۷۵‬ايت کي خپلوبندګانو‬


‫ته دسود په اړه داسي ويلي دي‪ :‬‬

‫ژباړه‪ :‬کوم خلک چي سود خوري دهغوي حال به دهغه‬


‫چا غوندي وي چي پيريانو نيولي وي او پردي حال‬
‫دهغوداخته کيدو دليل دادي چي وايي «سوداګري هو‬
‫هم لکه سود غوندي شي دي‪ » ‬په داسي حال کي چي‬
‫اهلل (ج) سوداګري روا او سود ناروا کړي دي‪ .‬نو چا ته‬
‫چي د هغه د رب له لوري دا نصيحت ورسيده او په‬
‫راتلونکي‪  ‬کي يې د سود له خوړلو څخه ډډه وکړه نو‬
‫څه چي يي مخکي خوړلي هغه خو يي خوړلي دي‪ ‬‬
‫دهغه معامله له خداي سره ده او څوک چي له دي حکم‬
‫څخه وروسته بيا هم همداسي کار کوي هغوي‬
‫دوږخيان دي تل به پکي اوسيږي‪ .‬‬

‫دبقري سورت په ‪ ۲۷۶‬ايت کي اهلل تعالي‪  ‬خپلوبندګانو‬


‫ته دسود بديل ورپه ګوته کوي‪:‬‬

‫ژباړه‪ :‬اهلل سود له منځه وړي اوخيراتونو ته وده‪ ‬‬


‫اوښيرازي ورکوي او اهلل هيڅ ناشکره بد عمله انسان نه‬
‫خوښوي‪.‬‬

‫نو زمونږ په سپيڅلي دين کي دسود ناوړه اغيزوته په‬


‫کتو سره دسود په اړه اهلل تعالي دنورو اسماني کتابونو‬
‫په پرتله قوانين سخت کړي دي او سود يي په ټوليزه‬
‫توګه دمسلمانانوترمنځ بند کړي دي‬

‫دمسلمانانو سودي معاملي يي د مسلمانانوسره اوحتي‬


‫د کفاروسره يي هم سودي معاملي بندي کړي دي‪  .‬سره‬
‫دي چي سود منه شوي دي خو يو شمير قوانين دقران‬
‫او حديثو په رڼا کي بيان شوي دي چي اوس تري په‬
‫بانکونو کي ګټه اخيستل کيږي‪.‬‬

‫‪ -۱‬قرض الحسنه‪ -۲  ‬وديعه ‪ - ۳  ‬مشارکت‪ -۴  ‬مضاربت‪ ‬‬


‫‪ - ۵‬مرابحه‬

‫دا هغه څه دي چي قرانکريم او احاديثو کي راغلي دي‬


‫چي اوس په اسالمي بانکوالي کي تري کټه پورته کيږي‬
‫او اوس دنړي په بيالبيلو هيوادونو کي اسالمي بانکونه‬
‫شتون لري‪.‬‬

‫ددو يمي پيړي په لومړيو کي د کاغذ په اختراع سره په‬


‫بانکي نظام کې پولي بدلون‪  ‬رامنځته‪  ‬شو‪.‬اودکاغذي‬
‫پيسو درامنځته کيدلوسره ډيري اسانتياوي رامنځته‬
‫شوي‪  .‬دلومړي ځل لپاره دبانک کلمه په [[‪Tel:117( ]۴‬‬
‫‪1%7C%DB%B1%DB%B1%DB%B7%DB%B‬‬
‫‪] )1‬ميالدي کال کي دمديتراني په کڅ د(ونيز) په‬
‫ښارکي په کار يوړل شوه‪  ‬او لومړني بانک د(ونيز )په‬
‫نوم وه چي‪  ‬بنسټ يې کيښودل شوه‪ .‬وروسته بيا نورو‬
‫بانکونه هم په کار پيل وکړو په ځينو هيوادونو کي‬
‫چي په الندي ډول يي يادوالي شوبانکونه منځ ته‬
‫راغلل‪.‬‬

‫‪۱‬ـ دبارسلونا بانک په[[‪Tel:1401%7C%DB%B( ]۵‬‬


‫‪ ] )1%DB%B4%DB%B0%DB%B1‬ميالدي‬

‫‪ - ۲‬دامستردام بانک په [[‪Tel:1609%7C%DB%B( ]۶‬‬


‫‪] )1%DB%B6%DB%B0%DB%B9‬ميالدي کال‬

‫‪ -۳‬دانګلستان بانک [[‪Tel:1694%7C%DB%B1%( ]۷‬‬


‫‪] )DB%B6%DB%B9%DB%B4‬ميالدي کال‬
‫لومړني پرمختللي اوخصوصي بانک فرانسه کي په [[‪]۸‬‬
‫(‪Tel:1716%7C%DB%B1%DB%B7%DB%B1%‬‬
‫‪ ] )DB%B6‬ميالدي کال کي ددولتي جوازپه ترالسه‬
‫کولو په کار پيل وکړ‪  ‬چي خلکوته يي النديني برخو‬
‫کي چوپړتياوي برابري کړي وي‪.‬‬

‫‪ -۱‬دپورونوورکول‬

‫‪۲‬ـ دپيسوچاپول‬

‫‪ -۳‬داماناتو قبلول‬

‫ددي بانک سهم‪  ‬په [[‪Tel:1718%7C%DB%B1%( ]۹‬‬


‫‪] )DB%B7%DB%B1%DB%B8‬ميالدي کال کي‬
‫ددولت لخوا وپيرل شول او دا بانک په يو دولتي بانک‬
‫بدل شو‪.‬‬

‫دبانک تعريف‪ :‬‬
‫‪     ‬د بانـک په اړه ځينو علمآوو بيالبيل تعريفونه‬
‫وړاندې کړي دي چې هغه په الندې ډول دي‪.‬‬

‫‪  ‬پروفيسور کروتهر له نظره‪ : ‬بانک دخلکو څخه‬ ‫‪♣ ‬‬


‫پور اخلي او اړمندو خلکو ته ئې په پور‪  ‬ورکوي‪ .‬‬

‫‪  ‬د کينلي له نظره‪ :‬بانک يوه داسې اداره ده چې‬ ‫♣‬


‫پيسې د امانت په ډول اخلي‪  ‬او نورو ته ئې د‪  ‬پور په‬
‫ډول ورکوي‪ .‬‬

‫‪   ‬دپروفيسور دينالدز له نطره‪ :‬بانک داسې اداره‬ ‫♣‬


‫ده‪  ‬چې د پيسو کاروبار کوي دهغو خلکو سره چې‬
‫اضافه‪  ‬پيسې ورسره وي پور اخلي او هغو ته چې په‬
‫کاروبار کې د پانګې اچونې غوښتنه لري په پور‬
‫ورکوي‪.‬‬
‫په ټوليزه توګه ويلي شو بانک داسې اداره ده چې د‬
‫باوري پيسو کاروبار کوي‪  ‬دخلکو دسپما پيسي دامانت‪ ‬‬
‫په توګه ځان سره ټولي کوي په توليدي او‪  ‬غير تو‬
‫ليدي ساحو کې اړمندوخلکو ته دپورپه ډول ورکوي په‬
‫ډيرکم سود د پور اخستوونکي نه او په ډير سود دپور‪ ‬‬
‫ورکولو په نتيجه کې ګټــه حاصلوي‪(   .‬سيد‪ ،‬پوهنوال‬
‫مسعود‪ ،‬بانکداري‪ ،‬چاپ‍‍ [[‪Tel:1396%7C%DB%( ]۱۰‬‬
‫‪ ،] )B1%DB%B3%DB%B9%DB%B6‬مطبعه‬
‫کابل)‪ .‬‬

‫په‪ ۲۱‬پيړي کې دتخصص او د کار ويش را مخکې‪  ‬شوه‪.‬‬


‫او هر بانک بايد په يوي څانګه کي کړني سرته ورسوي‬
‫اوخلکوته‪  ‬اسانتياوي برابري کړي‪ .‬همدا المل‪  ‬وه چي‬
‫بيال بيل‪  ‬بانکونه‪  ‬په ټوله نړي کي منځ ته راغلل او‪  ‬په‬
‫بيالبيلوڅانګو کي يۍ کړني ترسره کوي چي په لومړي‬
‫ګام کي بانک په دوو برخو وويشل شو‪.‬‬
‫‪:۱‬مرکزي بانک‪:۲  ‬سوداګريزبانک‬

‫مرکزي بانک‪ ‬‬

‫مرکزي بانک دهيواد ترټولو مهمه اداره بلل کيږي کومه‬


‫چي دټولوسوداګريزو بانکونو يا‪ commercial  ‬څارنه‬
‫کوي اودهيواد د مالي نظام په ښه والي کي لوي الس‬
‫لري دغي اداره ته‪  ‬مرکزي بانک اوپه عربي ژپه کي‬
‫ورته (البنک الريس) اوپه انګريزي‪  ‬کي ورته ‪central‬‬
‫‪ ban‬وايۍ ‪.‬‬

‫مرکزي بانک دهر هيواد په اقتصاد کي‪  ‬داسي رول‬


‫لوبوي‪  ‬لکه زړه چي يۍ دانسان په بدن کي لري‪.‬‬

‫دمرکزي بانک تعريف‪:‬‬

‫پل سامويلسن په دي اړه داسي وايي‪ :‬انسانان تردي‬


‫مهاله په دريو لويو اختراعاتو بريالي شوي دي‪ .‬اور‪،‬‬
‫څرخ او مرکزي بانک‪.‬‬

‫هاوتري (‪:)haw trey‬اخرينه منبع دپوراخيستلو مرکزي‬


‫بانک بولي‪.‬‬

‫په ټوليزه توګه ويلي شو مرکزي بانک عبارت له هغه‬


‫څخه دي چي ديوه هيواد د اقتصادي اومالي استخدام‬
‫په غاړه لري دهغه بانک د نوروبانکونو رهبر او‬
‫الرښوددي ‪.‬‬

‫دنړي لمړني مرکزي بانک دريکزيک په نوم په سويډن‬


‫کي منځ ته راغي په کال [[‪Tel:1668%7C%D( ]۱۱‬‬
‫‪] )B%B1%DB%B6%DB%B6%DB%B8‬ميالدي‬
‫کي‪ .‬په انګلستان کي په کال‪Tel:1694%7C%( ]۱۲[[  ‬‬
‫‪] )DB%B1%DB%B6%DB%B9%DB%B4‬ميالدي‬
‫کي مرکزي بانک منځ ته راغي‪  ‬چي يو له تاريخي‬
‫بانکونو له ډلي څخه شميرلي شو‪ ،‬دفرانسي بانک‬
‫مرکزي بانک په [[‪Tel:1800%7C%DB%B1%D( ]۱۳‬‬
‫‪ ] )B%B8%DB%B0%DB%B0‬ميالدي کال کي‬
‫‪،‬دهالنډ بانک په[[‪Tel:1814%7C%DB%B1%D( ]۱۴‬‬
‫‪ ] )B%B8%DB%B1%DB%B4‬ميالدي او په [[‪]۱۵‬‬
‫(‪Tel:1339%7C%DB%B1%DB%B3%DB%B3%‬‬
‫‪ ] )DB%B9‬هجري لمريزکال کي دافغانستان مرکزي‬
‫بانک دبنسټ ډبره کيښودل شوه‪.‬‬

‫نن ورځ په ټوله نړي کي مرکزي بانکونه شتون لري‬


‫ځيني هيوادونه يو مرکزي بانک(لکه افغانستان)‬
‫اوځيني يي څومرکزي بانکونه لري(لکه دامريکي‬
‫متحده اياالت) او داسي هيوادونه هم شته چي څو‬
‫هيواده يو مرکزي بانک لري(لکه‬
‫نيجريا‪،‬سنګاپور‪،‬توګو‪)....‬‬

‫دمرکزي بانک دندو ته يوه لنډه کتنه‪ :‬‬


‫په هر هيواد کي مرکزي بانک بيال بيلي دندي سرته‬
‫رسوي‪  ‬او ترډيره بريده دغه دندي نړي په ټولو‬
‫هيوادونو کي يو شان دي‪ .‬ځيني مهمي دندي يي په‬
‫الندي ډول دي‪ .‬‬

‫‪ -1‬دبانکي کړنو ترسره کول د دولت لپاره‪  :‬په عمومي‬


‫ډول مرکزي بانک ددولت بانک دي‪ .‬ددولت عايدات‪  ‬په‬
‫مرکزي بانک کي په چلند کي دي او ددولت مصارف له‬
‫همدي کوډونو څخه‪  ‬وضع کيږي‪ .‬برسيره پر دي چي‬
‫ددولت عوايد اومصارف له دي الري څخه وورت‬
‫نيسي‪  ‬مرکز بانک‪  ‬داړتيا په وخت کي دولت ته پور هم‬
‫ورکوي‪.‬‬

‫‪ -2‬دبانک نوټونو چاپول اوخپرول‪:‬‬

‫په تيره موده کي په ځينو هيوادونو کي دبانک نوټونو‬


‫دچاپ حق سودګريزو بانکونو ته ورکړل شوي وه‪  .‬په‬
‫دي وخت کي دولت نه شو کولي چي‪  ‬دپيسوپه حجم‬
‫کنټرول ولري او هم تردي چي يوډول پيسي نه چاپيدل‬
‫په هرهيواد کي به څو ډوله پيسي په چلند کي وي ‪.‬‬
‫همغه وه چي مرکزي بانک اړشو چي دپيسو حجم په‬
‫خپل کنټرول کي راولي چي يواځيني الره يي همدا وه‬
‫چي دپيسو چاپول په خپل الس کي ونيسي چي اوس‬
‫په ټوله نړي کي دپيسو دچاپولو او خپرولو دنده مرکزي‬
‫بانک لري‪.‬‬

‫‪ - 3‬اخيرني پور ورکونکي دي‪:‬‬

‫دمرکزي بانک له دندو څخه دا هم ډيره مهمه دنده ده‪.‬‬


‫کله چي سوداګريزبانکونه دکسرسره مخامخ شي نو‬
‫مرکزي بانک هغوي ته پور ورکوي‪ .‬په ځينو‬
‫هيوادونوکي سوداګريزبانکـــــــــــــونه داړتيا په وخت‬
‫کي په مستقيمه توګه دمرکزي بانک څخه پور اخلي‪ .‬په‬
‫انګلستان کي کله چي يوبانک دکسر سره مخامخ شي‬
‫نولومړي ‪ many market‬څخه دپورغوښتنه کوي که‬
‫چيري ونه منل شوه بيا مرکزي بانک ته ورځي نو له‬
‫همدي امله ويلي شو چي اخيرينه منبع دپور اخيستلو‬
‫سوداګريزوبانکونو ته مرکزي بانک دي‪( .‬حميدي‪،‬ماري‬
‫يوسفزي نوراهلل حقمل‪،‬بانکي محاسبه‪Tel:139( ]۱۶[[،‬‬
‫‪2%7C%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B‬‬
‫‪ ] )2‬لمريزکال‪.).‬‬

‫‪ - 4‬دپولي سياستونو پلي کونکي‪:‬‬

‫نن ورځ مرکزي بانکونه دوه ډوله‪  ‬پولي سياستونه پلي‬


‫کوي او دهمدي الري څخه دپيسو ارزښت ټاکي چي‬
‫داسياستونه يي دپيسودخپرولو(انبساطي سياست) او‬
‫د پيسو دغونډولو(انقباظي سياست) له لياري ترسره‬
‫کيږي‪.‬‬

‫‪ - 5‬دنورو بانکونو په کړنو کنټرول‪:‬‬

‫مرکزي بانک‪  ‬دټولو خصووي ‪،‬دولتي اوخارجي بانکونو‬


‫څخه دڅارني دنده لري او ددهغوي کړني کنټرولوي‪.‬‬
‫ټول دولتي خصووي او خارجي بانکونه چي په يوه‬
‫هيواد کي کړني ترسره کوي بايد خپل کلني راپور جوړ‬
‫او مرکزي بانک ته يي وروليږي‪( .‬سيد‪ ،‬پوهنوال‬
‫مسعود‪ ،‬بانکداري‪ ،‬چاپ‍‍ [[‪Tel:1396%7C%DB%( ]۱۷‬‬
‫‪ ،] )B1%DB%B3%DB%B9%DB%B6‬مطبعه‬
‫کابل)‪ .‬‬

‫‪ -6‬ديوه هيواد د ذيرمو دساتل اومديريت يي‪: ‬‬


‫‪ -7‬خصوصي او خارجي بانکونو ته دجواز ليکونو‬
‫ورکول‪: ‬‬

‫د مرکزي بانک له ډيرو مهمو دندوڅخه يوه خصووي او‬


‫خارجي بانکونو ته د کړنو دترسره کولو دجواز ورکول‬
‫دي په يوه هيواد کي دمرکزي بانک داجازي پرته هيڅ‬
‫بانک کړني نه شي ترسره کولي‪  ‬او هر بانک چي غواړي‬
‫په يوه هيواد کي کړني ترسره کړي بايد چي دمرکزي‬
‫بانک څخه جواز ترالسه کړي او دهغه هيواد قوانينو‬
‫ترالندي په کړنو پيل وکړي‪ .‬‬

‫‪ -8‬په اقتصادي کړنو کي دولت ته مشوره ورکول‪: ‬‬

‫دمرکزي بانک مشوره ديو هيواد په اقتصادي وده کي‬


‫ډيره لويه ونډه لري ځکه چي مرکزي بانک ديوه هيواد‬
‫دپولي او مالي تلنالري دپلي کولو لوي مرکزدي له همدي‬
‫کبله دولتونه دمرکزي بانک څخه په اقتصادي کړنو کي‬
‫مشوره اخلي‪( .‬حليم‪،‬قاري‬
‫محمد‪،‬حميدي‪،‬عبدالمتين‪،‬بانکي تصدي لمړۍ چاپ [[‪]۱۸‬‬
‫(‪Tel:1392%7C%DB%B1%DB%B3%DB%B9%‬‬
‫‪ ] )DB%B2‬لمريزکال)‪.‬‬

‫‪-۲‬سوداګريزبانک‪:‬‬

‫سوداګريزبانک هغه بانک ته ويل کيږي چي د ګتي‬


‫دالسته راورلولپاره کړني ترسره کوي‪ .‬سوداګريز‬
‫بانکونه د مرکزي بانک دالس الندي دندي سرته رسوي‬
‫او بايد دپرانيستو لپاره د مرکزي بانک څخه اجازه ليک‬
‫واخلي‪.‬‬

‫دسوداګريزبانکونه ډولونه‪ :‬‬

‫صنعتي بانک‪Industrial Bank  : ‬‬


‫‪  ‬په يوه هيواد کې د صنعتي پرمختګ لپاره اوږد مهاله‬
‫پورونوته اړتيا ده ‪.‬سوداګريز بانکونه اوږد مهاله‬
‫پورونه‪  ‬نه ورکوي اوډيري‪  ‬کاروبار يې د لنډ وخت‬
‫لپاره وي‪  ‬نود دې لپاره چه د يوهيواد صنعت وده‬
‫وکړي منځني اواوږد مهاله پورونو‪  ‬ته اړتيا ده چي د‬
‫صنعتي بانکونوپه رامنځته کيدلوسره دغه خاليګاه‬
‫پوره شوه ‪.‬‬

‫کرنيز بانکونه ‪ Agricultural Bank‬‬

‫هغه بانک ته وايي چه په يوهيوادکې کروندګروته‬


‫دکرني‪  ‬پرمختيا اوپرمختګ‪  ‬لپاره اوږد مهاله ‪ ،‬منځ‬
‫مهاله‪  ‬او لنډ مهاله پورونه‪  ‬ورکوي ‪.‬دغه بانکونه‬
‫کروندګروته سرې ‪،‬تخم اوزراعتي ماشين االت اولوازم‬
‫په پور ورکوي‪.‬‬

‫‪ -۳‬دتبادلې بانک ‪Exchange Bank‬‬


‫هغه بانک ته وايي چه دبهرنيواسعاروکاروبارکوي دغه‬
‫بانکونه دهيواد کورنى پيسې په بهرنيو پيسوباندې‬
‫تبادله کوي‪ .‬کله چه يوهيواد‪  ‬دبل هيواد اجناس اخلي‬
‫نو دا بايد دهمغه هيواد پيسې له ځان سره ولري نو د‬
‫دې لپاره سوداګر بايد خپلې داخلي پيسې په خارجي‬
‫پيسوباندې تبادله کړي‪  ‬سوداګريز بانک کوالي شي چه‬
‫دتبادلې دبانک وظيفه هم اجرا کړي چه په هغه کې‬
‫دتبادلې لپاره يوبيله څانګه‪  ‬وجود لري اودغه ډول‬
‫بانکونه بايد دمرکزي بانک څخه اجازه واخلي ‪.‬‬

‫‪ - ۴‬دسپمابانک‪                                Saving Bank  ‬‬


‫‪                                   ‬‬

‫دغه ډول بانکونه دخلکوپيسې دسپما په ډول سره له‬


‫ځان سره ساتي اودخلکو د سپما واړه واړه رقمونه‬
‫اخلي اوهغوي ته يې په بدل کې سود ورکوي دغه ډول‬
‫بانکي چوپړتياوي‪  ‬په مستقله‪  ‬توګه‬

‫نشي جوړيدالي بلکه دمرکزي بانک پرته نورټول بانکونه‬


‫ددغه ډول چوپړتياوو يوه څانګه‪  ‬لري ترڅو خلک په‬
‫کې خپله سپما کړي پيسي ټولي کړي ‪.‬‬

‫‪ -۵‬ذخيروي بانک ‪Deposit bank‬‬

‫ذخيروي بانک يوله مهموبانکونو څخه دي‪ .‬دابانک‬


‫دخلکو څخه پور اخلي او اړو کسانو ته يي په پور‬
‫پوري ورکوي څخه له همدي امله دا بانکونه لنډ مهاله‬
‫پورونه ورکوي چي موده يي‪ ۳‬څخه تر‪ ۶‬مياشتو ده‪.‬‬
‫دابانکونه اوږدمهاله پورونه سره عالقه نه ښايي او‬
‫دابانکونه دسوداګرو طبقه سره نخلوي‪.‬‬

‫‪ -۶‬داړتيا په اساس بانک ‪Miscellaneous bank‬‬


‫‪  ‬دا بانکونه يو له خاصو بانکونو څخه دي چي دژوند‬
‫په بيال بيلو دورو کي داړتياپه اساس منځ ته راځي چي‬
‫په هر هيواد کي دا بانکونه د اړتيا سره سم‪  ‬منځ ته‬
‫راځي د دي بانکونو له ټولي‪  ‬څخه په انګلستان او‬
‫امريکا کي دپانګه وني نوم اخيستالي شو‪.‬‬

‫په افغانستان کي دبانک لرغونتيا ته يوه ځغلنده کتنه‪:‬‬

‫افغانستان يو اسالمي هيواد دي چي سود يا ربا کول‬


‫پيسو له طريقه پيسو سره حرام او د اسالمي شريعت‬
‫خالف گڼل کيږي نو په همدي سبب د شلمي پيړي تر‬
‫لومړيو پوري هيڅ رسمي بانک په افغانستان کي وجود‬
‫نه درلود او شاهي مال به په شاهي خزانو کي ساتل‬
‫کيده خلکو به خپله پانګه پخپله ساتله او ځينو ښارونو‬
‫کي به د باور وړ کورنيو له خوا امانت ځايونه‪  ‬جوړيدل‬
‫بي له سود او گټي د خلکو امانت ساتنه يي کوله په‬
‫ټولنه کي چي يو شمير صرافانو وجود درلوده د سود‬
‫خور او دوزخي په نوم ورته‪  ‬کتل کيدل‪( .‬حليم‪،‬قاري‬
‫محمد‪،‬حميدي‪،‬عبدالمتين‪،‬بانکي تصدي لمړۍ چاپ [[‪]۱۹‬‬
‫(‪Tel:1392%7C%DB%B1%DB%B3%DB%B9%‬‬
‫‪ ] )DB%B2‬لمريزکال)‪      .‬‬

‫کله چي انگليسان افغانستان ته داخل شول يو شيمر‬


‫هندي صرافانو په هند او افغانستان کي فعاليت درلوده‬
‫د وخت ارزښت لرونکو پيسو لکه اشرفي سکه(عربي‬
‫طال )‪ ،‬هندي روپي‪ ،‬انگليسي پوند او داسي نور د‬
‫سوداګريزو موخو لپاره تبادله کيدل‪  .‬دافغانستان دولت‬
‫په [[‪Tel:1307%7C%DB%B1%DB%B3%D( ]۲۰‬‬
‫‪] )B%B0%DB%B7‬ه ش کال کي يوه موسسه د‬
‫سهامي شرکت په نوم تا سيس کړه چي د افغانيو ارز‬
‫ښت د‪  ‬خارجي اسعارو په مقابل کي وساتي‬
‫لومړني شرکت و چي پانګه اچونه باندي يي تمرکز‬
‫وکړو او په[[‪Tel:1309%7C%DB%B1%DB%B( ]۲۱‬‬
‫‪  ] )3%DB%B0%DB%B9‬ه ش کال پانګه‪ ۵‬مليون‬
‫افغانيو ته ورسيده وروسته بيا دغه سهامي شرکت په‬
‫بانک بدل شو‪.‬‬

‫د بانکوالي عصري تاريخي بهير په ا فغانستا ن کي د‬


‫[[‪Tel:1311%7C%DB%B1%DB%B3%DB%( ]۲۲‬‬
‫‪ ] )B1%DB%B1‬ه ش کال څخه وروسته دهيواد ملي‬
‫سوداگر عبدالمجيد خان زابلي په زيار او مرسته پيل‬
‫شو‪ .‬له دي څخه مخکي کريدتي معامالت او د اسعارو‬
‫تبادله د خارجي صرافانو په واسطه چي په کابل او‬
‫قندهار ښارونو کي فعاليتونه درلودل سر ته رسول‬
‫حتي د دولت لپاره خارجي اسعار به هم له همدغو‬
‫صرافانو په مرسته تهيه کيدل‪ .‬دهيواد ‪  ‬ملي شخصيت‬
‫او سوداگر عبدالمجيد خان زابلي لمړي ځل لپاره په‪ ‬‬
‫[[‪Tel:1312%7C%DB%B1%DB%B3%DB%( ]۲۳‬‬
‫‪] )B1%DB%B2‬هجري لمريز کال کي د لمړني بانک‬
‫جوړيدو ډبره په افغانستان کي کيښوده‪ ،‬چي دافغان‬
‫ملي بانک(‪ )Afghan National Bank‬په نوم‬
‫ونومول شو ټوله سرمايه يي ‪۹،۶‬مليون افغاني وه چي‬
‫د خصوصي سکتور ونډه پکي‪ ۷۲٪‬فيصده‪  ‬او د دولت‬
‫ونډه پکي‪ ۲۸ ٪‬فيصده وه‪.‬‬

‫د افغان ملي بانک ترڅو پوري چي دافغانستان بانک‬


‫تاسيس شوي نه و د مرکزي بانک دنده ئي هم سرته‬
‫رسوله د دولت لپاره ئي خارجي اسعار رانيول او د‬
‫لمړي ځل لپاره [[‪Tel:1314%7C%DB%B1%D( ]۲۴‬‬
‫‪] )B%B3%DB%B1%DB%B4‬ه ش کال کي د بانک‬
‫له طريقه بانکنوټونه جاري کړل‪( .‬سيد‪ ،‬پوهنوال‬
‫مسعود‪ ،‬بانکداري‪ ،‬چاپ‍‍ [[‪Tel:1396%7C%DB%( ]۲۵‬‬
‫‪ ،] )B1%DB%B3%DB%B9%DB%B6‬مطبعه‬
‫کابل)‪ .‬‬

‫په افغانستان کې دبانکونوډولونه‬

‫په افغانستان کې تراوسه پورې څلورډوله بانکونه‬


‫وجود لري چه په الندې ډول ورڅخه يادونه کوو‪.‬‬

‫‪ -۱‬دولتي بانکونه‪:  ‬دافغانستان بانک‪،‬پښتني‬


‫بانک‪،‬دافغان ملي بانک‪،‬کابل بانک ‪                             ‬‬
‫‪ -۲                       ‬خصوصي بانکونه ‪:‬دافغانستان بين‬
‫اللمللي بانک‪،‬د وړووپورونو لومړني بانک‪،‬عزيزي‬
‫بانک‪،‬باختر بانک او داسي نور‪...‬‬

‫‪-۳‬خارجي بانکونه‪ :‬پنجاب بانک ‪ ،‬حبيب بانک ‪ ، ،‬الفالح‬


‫بانک‪ ،‬وسټندردچارټربانک ‪  ،‬ارين بانک ‪ ،‬پاکستان نشنل‬
‫بانک اوداسې نور‪                                                ..).‬‬
‫‪                                      ‬‬
‫‪ -۴              ‬اختصاصي بانکونه‪:‬دزراعت دودې بانک ‪،‬‬
‫دصنعت دودې بانک ‪،‬رهايشي اوتعميراتي‪  ‬بانکونه‬

‫"?‪https://ps.wikipedia.org/w/index.php‬‬
‫‪&oldid=266538‬بانک=‪ "title‬نه اخيستل شوی‬

‫دا مخ وروستی ځل په ‪ ۲۳ ،۰۵:۵۰‬اپرېل ‪ ۲۰۲۱‬بدلون موندلی‪• .‬‬


‫دا پاڼه د ‪ CC BY-SA 3.0‬سره سم ستاسو په السرسي کې ده‪.‬‬

You might also like