Professional Documents
Culture Documents
تجارت اصلاح شوى
تجارت اصلاح شوى
الحمدهللا رب العالمين والعاقبة للمتقين والصالة والسالم على خيرخلقه محمداٍ وعلى اله واصحابه ومن
تبعهم باحسا ٍن الى يوم الدين وبعد!
له پوهنتونه تر فراغت وروسته هر محصل په اړونده څانګه کې څانګې پورې تړاو لرونکې موضوع په اړه
په يوه ليکنه مکلف دى زه چې د حقوقو پوهنځي د آخري سمستر محصل يم بايد په حقوقي قضيه کې يوه ليکنه
وکړم ،تجارت پورې تړلي حقوقي موضوعات زموږ د ټولنې يوه هغه برخه ده چې ورته د پام کار نه دى شوى ،
تجارت کوونکي پوهاوي ته اړتيا لري ،نو ماهم د قدرمن استاد پوهنيار شمس االسالم شمس (صافى) په
الرښـوونه او همکارۍ (د تـجارت او اسـالم) تـرعنوان الندې موضوع وليکله څـو زموږ د ټولنې لپاره د خير او
پــوهې په خپـروولو کې يـو مسـؤليت ادا شـوى وي چې دغه موضوع په څــلورفصلونومشتمله ده:
لومړي فصل :تجارت :په قرآني ايتونو او نبوي احاديثو کې د تجارت غوره الى او فضيلت .
دويم فصل :د تجارت روا ډولونه :سلم د سلم شرطونه ،مضاربت ،شراکت /مشارکت ،شرکت مفاوضه ،عنان
شرکت ،شرکة الوجوه ،شرکة الصنايع ،شرکة الفلوس ،مزارعت صحيح ډولونه ،دمزارعت جايز صورتونه ،
اجاره.
دريم فصل :دسوداګري ناروا ډولونه :بيع منابذه ،بيه مالمسه ،بيع حبل الحبلة ،بيع صفقة ،بيع مزابنة ،بيع
مصراة ،بيع عربان ،بيع نجش (بولي وهل) ،بيع مضطر ،بيع الکالي با لکالي( پور په پور) ،بيع غرر ،بيع
الحکر ،بيع مجازفة ،بيع االجالب ،بيع المضامين ،بيع الحيوان بالحيو ان نسيئة ،بيع السنين ،بيع الثنيا ،بيع
السوم ،د غال د مال بيع ،د مال عيب پټول :
څلورم فصل ( :د تجارت د نارواوالي مواصفات)
احتکار د احتکار عيبونه او نيمګړتياوې ،انحصار ( په اوسني عصر کې د احتکار نوي صورتونه) ،غصب ،د
غصب شوې مال څخه د ګټې اخستنې حرمت ،د دوکې او فرېب بيې ،غش ( خيانت) ،سود يا ربا ،ربا په قران
او حديث کې ،د سود ډولونه ،د پورونو سود ،د بيو سود ،غال ،شراب ،خرڅول ،رشوت ،قمار ،د قمار
شرعي حکم .
په پورته فصلونو کې پورته عنوانونه ذکر شوي دي او مبحثونه چې الندې موضوعات د توان تر بريده په کې
شنل شوي دي په دې موضوع کې مې له معتبرو منابعونه استفاد ه کړې په ځانګړې توګه له هغو منابعو نه چې د
اسالمي اقتصاد په اړه منل شوي او تحقيقي څېړنو نه ډک دي له قدر من الرښود استاد پوهنيار شمس االسالم
شمس(صافى) نه ډېره مننه چې سره د خپلو بوختياوو خپلې پېرزوونې راباندې ولورولې او خپل عمل ته
هڅاندې او الرښوونکې مشورې يې رانه ونه سپمولې که درانه لوستونکى په دې کې کوم کمى او زياتى ګوري
په دې هيله چې د دغه مضمون د ال ښه والي په موخه خپل نيوکه او وړانديز موږ سره شريک کړي .
لومړى فصل
تجـــــــــــــارت
اسالم دټولنې هر وګړي ته حق ورکړى دى چې داسالمي اقتصاد له ټاکلو قوانينو سره سم دهغو حدودو په
چوکاټ کې دننه سوداګري وکړي ،مال ،دولت وګټي او سرمايه راټوله کړي او د هللا تعالى له نعمتونو څخه ګته
واخلي.
او خپل تجارت داسالمي شريعت له ښودنو سره سم عيار او پلي کړي او له جاهلي دودونو څخه خپل کاروبار
سپيڅلي کړي چې دهمدې لپاره لومړى د تجارت تعريف ،بيا تاريخي سير ،د تجارت ډولونه او همدارنګه ځينې
نور موضوعات په لنډ ډول ذکر کوو.
لومړى مبحث :د تجارت پيژندنهـ
تعريف :تجارت عربي کليمه ده چې په پښتو کې د سوداګـرۍ او په انګـريزي کـې ( )Tradeورته وايي ،عربي
ژبه کې پوهانو او فقهاؤ د تجـارت داسې تعريفونه کړي دي.
الف :التـجار ْة :التصرف راس المال لغرض الربح
ژباړه :تجارت دګتې ترالسه کولو په تکل په اصل پانګې کې تصرف کولو ته ويل کېږي.
ب :التـجارة :التصرف فى ا لمال لغرض الربح
1
يعنې تجـارت په راس المال ( )Capitalکې دګټې ترال سه کولو په تکل تصرف کولوته ويل کيږي.
ج :ان التجارة فى البسط معانيها تبادل منافع
تجارت په پراخه مانا دګټو تبادلې ته ويل کـېږي .د تجارت د لفظ دغه وروستى تعريف د نورو پرتله زيات جامع
ده.
تاريخي سير:ـ
په بشريت کې د تجارت او سوداګرۍ تاريخ خورا لرغونى دى او څومره چې په ځمکه کې د انسان دميشت
کېدو تاريخ قدامت لري همدومره په ا نساني ټولنه کې داجناسو دمبا دلې ( )Need & exchangeلرغونتوب
ثابتېږي مګر په منظم ډول دبين المللي تجارت بنسټ په ٤٥٠٠ق م يعنې څلورنيم زره قبل مسيح په بين
النهرين کې او سيدونکو اقوامو ،سومريانو ،اشوريانو او کلدانيانو منځته راوړي دي او همدغو اقوامو د خپلو
تجارتي معاهداتو اسانتياو لپاره شمسي سنه ترويج کړې ده او بيا په هغوى پسې سليمان عليه السالم په په
٩٥٤ق م (قبل مسيح) کې تجارت ته ډيره وده ورکړې وه تجارتي کيښتۍ يې جوړې کړې وې او په ښارونو کې
( – ١م ٦څخه تر)٨ يې خپل نمائندګان مقر کړي وو ،چې له حاالتو څخه يې وخت په وخت اطالع ورکوله.
همدارنګه په خپله حضرت محمد (ص) تر بعثت د مخه تجارت کاوه او خپل امت يې تجارت ته هڅولى دى
.مسلمانان د هجري قمري په دويمه پيړۍ کې د کيښتيو په وسيله دچين سره سياسي او تجارتي روابط دتينګولو
په غرض دلومړي ځل لپاره مسافرت اغاز کړ.
دچين په پخواني تاريخ (تانک شو) نومي کتاب کې دمسلمانانو سره د اړيکو د ټينګېدو او د چين خاورې
ته دمسلمانانو دهئيت د ورتګ خبر ذکر دى په کال دوه سوه اوولس هجري قمري کې د بغداد څخه درې استازي
(سفيران) چين ته وليږل شول مسلمانانو دهغه ځاى پيداوار خصوصا ً شکره او چيني باب دارالسالم ته واردول
تر ټولو سياحينو د مخه تاجرانو د چين خاوره وپيژندله او تجارتي روابط يې ورسته تاسيس کړل .د چين د خلکو
د ژوند او عاداتو د خاورې پيداوار او د هغه ځاى د اباديو په باره يې ليکنې وکړې لومړى کتاب چې دچين او د
هغو سره د مسلمانانو تاجرانو اړيکي او د بحري مسافرتونو حکايتونه پکې راغلي دي .د سليمان ابوزيد حسن
(سلسلة التوايخ) دى چې داسالم په دريمه پيړۍ کۍ ليکل شوى دى-٧ ( .م ٤٩٧څخه تر)٤٩٨
دويم مبحث :تجـارت او د هغې فضيلت په شرعي نصوصوـ کې:
تجارت يو دعزت شغل او وظيفه ده ددې شغل فضيلت ددې نه زيات نور څه کيداى شي چې په اسالمي
نصوصو يعنې قران کريم کې د تجارت په اړه ګڼ شمېر اياتونه راغلي دي .همدارنګه پخپله نبي کريم (ص)
دنبوت څخه دمخه ( )١٢دولس کالو پورې تجارت کاوو ،د ځينو جليل القدره صحابه (رض) هم دغه شغل وو او
دصحابه کرامو څخه وروسته ځينو مسلمانانو پدې ميدان کې ډېر پرمختګ وکړ.
دتجارت شغل که چېرې داسالمي حدودو په چوکاټ کې ترسره شي نو په دنيا کې درزق دزياتوالي او په اخرت
کې هم دهللا تعالى تر څنګ د درجو د زياتيدو باعث ګرځي -٥( .م )٤٥
نو د همدې لپاره د تجارت فضيلت په قران کريم او بيا په نبوي احاديثو کې بيانوو.
په قران کريم کې د تجارت فضيلت:
هللا تعالى په قران کريم کې فرمايي :
ژباړه :د زمکې په شاوخوا کې وګرځئ او د هللا(ج) له خوړو نه وخورئ او همدې هللا ته خپريدونکي ياست.
په بل ځاى کې هللا تعالى فرمايي :چې له ناروا الرو نه د يو بل ما لونه مه خورئ ؛ نو د تجارت له الرې يې
وخورئ.
هللا تعالى فرمايي :
ژباړه :اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى له باطلو الرو نه د يو بل مالونه مه خورۍ ! مګر که خورئ نو د
داسې تجارت له الرې يې وخورئ چې جانبين پرې راضي او خوښ وي ،او ځانونه مه وژنئ يقينا ً هللا تعالى پر
تاسو مهربانه دى او چا چې دا کار وکړ يعنې له ناروا الرو څخه يې خوراک وکړ؛ نو موږ به يې سوزوونکي اور
ته ور دننه کوو او دا کار هللا تعالى ته اسانه دى.
2
دحج عبادت هغه عبآدت دى چې جسمي او مالي لګښټ غواړي دعباداتو د ادا پرمهال ډېره زياته توجه غواړي،
خو بيا هم اسالم مبارک دين خپل پيروان دحج د مراسمو پر مهال له تجارته نه منع کوي او وايي :
ژباړه :پر تاسو ګنا ه نشته چې د خپل رب له فضل او احسان نه الس ته راوړنه وکړئ يعنې تجارت وکوئ د حج
د مراسمو د جريان پرمهال؛ نو کله چې له عرفاته کيوتې؛ نو له مشعرالحرام سره يې ياد کړئ ...او همغسې يې
ياد کړئ لکه جې الرښوونه ې درته کړې که څه هم تاسو تر دې د مخه له شريعت نه له بې خبرو نه و اى.
هللا تعالى فرمايي ... :
او په قران کريم تر ټولو ستر آيت د تجارت د اصولو او د پور د راکړې ورکړې په اړه راغلى دى او هغه د هللا
تعالى دغه وينا ده چې:
ژباړه :اى هغه کسانو چې ايمان مو راوړى دى کله چې يو له بله سره معاملې کوئ تاسې په پور سره تر نيټې
ټاکلي شوي پورې نو ودې ليکي په منځ ستاسې کې يو کاتب په عدل او منع دى نه راوړى کاتب له ليکلو څخه
هغسې چې ښوونه کړې ده کاتب ته هللا (ج) نو ودې ليکي او بيان دې وکړي هغه څوک چې په ده بآندې حق دى
او کاتب دې ځان د هللا له مخالفته ځان وژغوري چې رب دد ه دى او نه دې کموي له هغه هيڅ شي پس که ؤ هغه
څوک چې په ده بآندې حق دى کم عقل يا ضعيف لکه ووړ (معذور) يا ډېر زوړ يا يې توان نه وي چې اقرار
وکړي دى پخپله نو بيان دې وکړي ولې دده په عدل او شاهد ونيسئ تاسې دوه شاهدان له سړيو ستاسې پس که
نه وو دوه نارينه نو يو سړى دى وي او دوه ښځې له هغو کسانو چې تاسې ترې راضى يئ له شاهدانو هيره
کړي پوه له دې دواړو نو ور په ياد به کړي هغه يوه له دې دواړو هغه بلې ته او نه دې
منع راوړي شاهدان کله وبلل شي دوي او مه خوا بدي کيږۍ له دې چې وليکئ دا لږ وي او که ډېر وي تر نيټې
د هغې پورې دا ستاسي پوره عدل دى په نزد د هللا او ښه مرسته کوونکى دى د پاره دشاهدي او ډېر نژدې دى
دې ته چې شکمن نه شئ تاسې مګر که وي ستاسي تجارت په حضور(الس په الس) چې چلوئ يې تاسې په خپلو
منځو کې پس نشته پرتاسې باندې هيڅ ګناه چې ونه ليکئ تاسې دا او شاهدان ونيسئ کله چې يو له بله سره
پلورل يا پيرودل کوئ تاسې او نه دې رسوي نقصان کاتب او نه شاهد او ضرر دې ونه رسول شي کاتب ته او نه
شاهد ته او که وکړ تاسې نو بيشکه دا ګناه ده په تاسې پورې او وورېږئ تاسې له هللا نه او ښوونه کو ي تاسې
ته هللا او هللا په هرشي بآندې ښۀ عالم دى.
دتجارت فضيلت دپيغمبر(ص) په مبارکو احاديثو کې:
همدارنګه د تجارت د غوره والي په ا ړه ګڼ شمېر احاديث شته دي چې يو څو دمثال په ډول وړاندې کوو.
وروى رفاعة انه خرج مع النبي -صلى هللا عليه وسلم -الى المصلى فراى الناس يتبايعون فقال( :يامعشر التجار
فاستجابوا لرسول هللا –صلى هللا عليه وسلم – ورفعوا اعناقهم و ابصارهم اليه فقال :ان التجار يبعثون يوم القيامة
فجارا االمن بروصدق) قال الترمذي هذا حديث حسن صحيح.
ژباړه :له رفاعه نه روايت دى چې پيغمبر صلى هللا عليه وسلم سره ووتم تر دې چې عيدګاه ته راغلو خلک يې
وليدل چې په تجارت بوخت دي پيغمبر غږ وکړ :اى تاجرانو! هغو رسول هللا ته راغلل او ورته وکتل پيغمبر ورته
3
وويل :تاجران دفاجرانو په ځاى دقيامت په ورځ پاڅېږي پرته له هغو تاجرانو چې له خريدارانو سره ښيګڼه
وکړي او ريښتيا ووايي:
او همدا راز ابو سعيد له نبي –صلى هللا عليه وسلم -نه روايت کوي چې ويلي يې دي( :التاجر الصدوق االمين مع
النبيين والصديقين والشهداء)
ژباړه :ريښتنى او امانت کار تاجر له پيغمبرانو ،ريښتنو او شهيدانو سره حشر کېږي .
ددې لپاره چې تجارت عام شي او دټولنې قاطع اکثريت تجارت ته مخه کړي پيغمبر ښار ميشت له دې نه منع کوي
چې کليوالو ته سودا اخلي ،بلکې کليوال بايد خپله راشي او خپل اخيستل او خرڅ په خپله وکړي تاسو ال ندني
حدېث شريف ته ځير شئ.
عن ابن عمر قال "نهى ا لنبي صلى هللا عليه واله وسلم ان يبيع حاضر لباد" له ابن عمر نه روايت دى .1
چې رسول هللا له دې نه منع کړى چې ښار ميشت دې کليوال ته سوداخرڅه کړي .رواه البخاري والنسايي.
وعن جابر "ان النبي صلى هللا عليه وآله وسلم قال ال يبيع حاضر لباد دعوا الناس يرزق هللا بعضهم من .2
بعض"
له جابر نه روايت دى چې پيغمبر صلى هللا عليه وسلم فرمايلي دي :ښاريان دې کليوالو ته سودا نه اخلي پريږدئ
چې هللا تعالى خپلو بنده ګانو ته يو دبل په واسطه خواړه ورکړي " رواه الجماعة اال البخاري .له نجش نه ځان
ژغورل.
١عن ابي هريرة " ان النبي صلى هللا عليه واله وسلم نهى ان يبيع حاضر لباد وان يتناجشوا"
له ابي هريره نه روايت دى چې رسول هللا صلى هللا عليه وسلم له دې نه منع کړې ده چې ښار ميشتى دې کليوال
ته پير او پلور وکړي.
٢.وعن ابن عمر قال " نهى النبي صلى هللا عليه و آله وسلم عن النجش" متفق عليهما
له ابن عمر نه روايت دى چې رسول هللا له نجش نه منع کړې ده دنجش معنا دا ده چې يو څوک يو شي ته ډېر
لوړه بيه وټاکي تر څو اخيستونکى يې په داسې يوه بيه واخلي چې ډېر ګرانه وي.
يا يې د دوکې لپاره يې بل څوک درولي وي چې هغه سره لوړه بيه کوي چې بل څوک دغدر له الرې پير او يا
پلور ته وهڅوي.
د طبراني په روايت له بن ابي اوفي نه مرفوعا روايت دى چې( :الناجش آکل ربا خائن ملعون"
نجش کوونکى او سود کوونکى دهللا په لعت کې دي".
د دوکې له بيعې نه ځان وژغورل:
١عن ابي هريرة "ان النبي صلى هللا وآله وسلم نهى عن بيع الحصاة وعن بيع الغرر" رواه الجماعة اال البخاري.
رسول هللا له پچي آچولو له پير او پلور نه منع کړي او د وکې له بيعې نه يې هم خلک منع کړي دي،٨( .
انټرنيت)
دويم فصل
د تجارت روا ډولونه
په اسالمي شريعت کې مشروع تجارت او د منافعو پر اساس راکړه ورکړه ډېر ډولونه لري چې څو يې په
الندې مباحثو کې ذکر کوو:
لومړى مبحث :سلم
د سلم شرعي معنا :د نېټه لرونکي شي خرڅون او په سمالسي توګه يې د قيمت له سپارلو څخه عبارت
ده_ سلم د قرض په څېر په وزن او معنا کې يو شان دي.
معامالت په دوه دوله دي:
لومړى :قرض چې مادي لحاظ پکې هيڅ ګټه تصور نه وي
دويم :دا چې د نېټه لرونکي موصوف عوض په مقابل کې په سمالسي توګه عوض وسپاري معنا دا چې
اخستونکى د سامان قيمت په سمالسي توګه سپاري او سامان به تر ټاکلي نېټې وروسته اخستونکي ته ورکوي
؛ خو د سامان موجوده قيمت به په نسبي توګه لږ وي.
د سلم محل او مشروعيت :
سلم د امت په اتفاق سره په هر هغه مال کې جايز دى چې پيمانه او يا تلل کېږي ،پدې هکل د ابن عباس (رض)
حديث شريف روايت دى وايي پيغمبر صلى هللا عليه وسلم د مهاجر په توګه مدينې منورې ته تشريف راوړ په
داسې حال کې چې خلکو په مېوو (خرماؤ) کې يو کال دوو او درې کلونو پورې سلم کاوه رسول صلى هللا
عليه وسلم د اسالم د دين هغه مرجع ده چې له قرآن کريم نه وروسته فقط دهغه خبره منل کېږي ؛ نو هغه
4
فرمان صادر کړ او وې ويل ( :څوک چې په خرما کې سلم کوي نو په معلومه پيمانه ټاکلى وزن تر معلومې
نېټې پورې دې وکړي)
له پورتني حديث شريف څخه نتيجه تر السه کوو چې په اوسني وخت کې سلم زراعتي امانت بللى شي اسالمي
شريعت د سلم په جواز سره د قرض د السته راوړلو په خاطر د مسلمانانو لپاره له سود څخه لرې الره پرانستې
ده.
په د ې کار سره د بزګرانو لپاره هم په ځانګړي توګه اسانتيارامنځته کيږي پدې معنا چې دوي څخه هر يو تن
کوالى شي په اسانه توګه پور ترالسه کړي چارې به يې اسانه او له سودي بال او ګناه اود سود خوړونکو له
تېري څخه به وژغورل شي.
حقيقت دادى چې سلم يواځې په زراعتي امانت پورې تړاو نه لري چې راتلونکى نبوي حديث د دليل په توګه
وړاندې کوالى شو :له حضرت ابن ابي اوفي (رض) څخه روايت دى وايي چې موږ به د پيغمبر صلى هللا عليه
وسلم په زمانه او د ابوبکر او عمر (رض) خالفت په دورو کې په غنمو ،اوربشو او د مميزو په معلومه پيمانه
کې تر ټاکلې نېټې پورې سلم کاوه.
امام ابن قيم ،سلم قرض ګڼي د جواز دليل يې په عمومي توګه دقرض له جواز څخه مرستندوى بولي حقيقت
دادى چې سلم د پور په مضمون کې داخل دى هللا تعالى فرمايلي دي (:يا ايها الذين امنو اذ تداينتم بدين الى اجل
مسمى فاکتبوه ).
ژباړه :يعنې اى مؤمنانو کله چې د کومې ټاکلې نېټې لپاره تاسې خپلو منځو کې د پور د راکړې ورکړې معامله
کوۍ نو هغه ليکئ .
د سلم شرطونه:ـ
د سلم تړون د الندنيو اووه شرطونو څخه پرته جواز نلري.
دا چې په هغه څه کې به وي چې صفات يې تر کنترول الندې راتلى شي لکه مکيالت ،موزونات او .1
هغه شيان چې ګز کېږي.يعنې هغه چې تلل کېږي ،پيمانه کېږي ،ګز کېږي .
دا چې هغه صفات به ذکر کوي چې په ښکاره توګه يې قيمت مختلف کېږي ،لکه جنس نوعه ، .2
اندازه ،ښار ،نوى توب ،زوړوالى ،ښه والى ،تيټوالى او داسې نور البته هغه صفات چې په بدلون سره يې
په قيمت څه اغېزه نه پريوځي.
دا چې اندازه به يې په پيمانې سره په مکيالتو او په وزن سره په موزوناتو او په ګز سره به په .3
مزروعاتو کې څرګندوي.
دا چې نېټه به يې معلومه وي لکه مياشت او داسې نور که چېرته يې سمالسي او يا نژدې مودې .4
پورې په سلم الس پورې کړ سلم يې روا نه دى.
.5دا چې په کوم شي کې سلم کېږي خپل ځاى کې به يې موجوديت عام وي البته که چېرې په نادره توګه
موندل کېده دسارې په توګه بې وخته انګورو کې سلم جواز نه لري.
دا چې پانګه د تړون په مجلس کې قبض کړاى شي. .6
دا چې په ذمه وارۍ سره په سلم الس پور ې کړى شي يعنې چې له يو لوري پيسې او له بل لوري د .7
جنس ذمه واري وي که چېرته په سلم کې له دواړو لوريو جنس وي نه صحيح کېږي .په همدې توګه په سلم
کې د مسلم فيه ( چې په څه شي کې سلم شوى دى ) د سپارلو ځاى شرط نه دى.
که چېرته د سلم دواړه لوري نغدې پيسې وي نو دغه د سود بڼه غوره کوي ،هر کله يو څوک چې د سلم
معامله ورسره شوى د سلم د تړون له تطبيقولو څخه ناتوانه شي دغه تړون د حسنه پور شکل غوره کوي په
همغه اندازه بېرته ورته سپارل ضروري دى چې څومره يې ور څخه اخستي دي-٣( .م ٢٤٨څخه تر)٢٥١
دويم مبحث :مضاربت
د مشروع تجارت بل ډول مضاربت دى .مضاربـت د اسالم څخه د مخـه دود ؤ او پخوانى نوم يې "قراض" دى.
او دريم نوم يې معامله ده او دتجارت او فردي مالکيت له مواردو څخه خورا غوره مورد او ممتازه وسيله ده.
تعريف:
فقهاؤ ويلي دي :د مضاربت دريواړه نومونه صحيح او مستعمل دي.
قراض اهل حجاز ورته وايي .چې له قرض څخه ماخوذ دى .اود قرض لغوي معنى ده غوڅول او پرېکول او د
سوداګرۍ دغه ډول ته ځکه قرض وايي چې دولتمند د خپل دولت يو برخه د تجارت لپاره ورڅخه غوڅوي او
کارکونکى ته يې ورکوي او يا له مقارضه څخه مشق دى چـې د برابرۍ او مساوات په معنى دى او دغه ډول
سوداګرۍ ته ځکه قراض وايي چې ګټه يې د کار کوونکي او د روپيو د مالک ترمنځ برابره تقسيمېږي.
5
او مضاربت اهل عراق هم ورته وايي چې له ضرب څخه اخيستل شوى دى.
چې د وهلو په معنى ده او که صله يې ورسره ذکر کړاى شي د تللو او په ځمکه کې د ګرځېدلو په معنى ده او
دريمه معنى يې د روزي د ګټلو په تکل په ځمکه کې د ګرځېدو او هلوځلو په معنى دي.
اصطالحي تعريف :د مضاربت اصطالحي تعريف فقهاؤ داسې کړى دى.
المضاربة (( :هي ان يدفع المالک الى العامل ملکا ً ليتجرفيه ويکون الربح مشترکا ً بينهما بحسب ماشرطا ))
يعنې مضاربت دادى چې د روپيو څښتن کارکوونکي ته د دې لپاره روپۍ ورکړي چې سوداګري پرې وکړي او
ګټه يې د دواړو له هغو شرطونو سره سم شريکه وي چې په معاهده کې يې سره ليکلي وي.
مطلب دا چې په مضاربت کې د يو شريک روپۍ وي او د بل کار کول وي او بيا کومه ګټه چې له دغه کارو بار
څخه ترالسه کړي د دواړو ترمنځ شريکه وي
مشروعيت:
د مضاربت مشرعيت او جواز په قران کريم او نبوي احاديثو سره ثابت دى هللا تعالى په قران کريم کې فرمايلي
دي:
(( هوالذي جعل لکم االرض ذلوالً فامشو في مناکبها و کلومن رزقه واليه النشور))
دغه (( هللا )) هغه ذات دى چې ګرځولې يې ده ځمکه پسته تابعداره تاسې لره نو ګرحئ تاسې په اوږو ،اطرافو
الرو ددې ځمکې او خورۍ تاسې له ((حالل )) رزق د دغه (( هللا )) او خاص دغه (( هللا )) ته بيا ژوندي را
پورته کېدل ستاسو دي (( په قيامت کې د حساب کتاب لپاره )) او همدارنګه هللا تعالى د مزمل په صورت کې
فرمايلي دي.
((واخرون يضربون في االرض يبتغون من فضل هللا))
او وي به نور له تاسې څخه چې سفر مزل به کوي دوى په ځمکه کې لټوي به دوى له فضله رزق دهللا.
نبوي حديث:
دغه راز په نبوي احاديثو کې هم د مضاربت مشروعيت ثابت دى او په دې اړونده زيات نبوي احاديث مروي دي
،چې د ثبوت لپاره يو حديث وړاند ې کوو چې نبي کريم صلى هللا عليه وسلم په هغې کې د مضاربت په اړه
فرمايلي دي.
عن صالح بن صهيب عن ابيــه قال :قال رسول هللا صلى هللا عليه وسلم :ثالث فيهن البرکة البيع الى اجل
والمقارضة ،واخالط البر بالشعيرللبيت ،ال للبيع .
لـه صالح بن صهيب هغه له خپل پالر څخه روايت کړى دى چې ويلي يې دي:
رسول هللا صلى هللا عليه وسلم فرمايلي دي :درې شيان دي چې په هغې کې زيات برکت او ثواب دى :يو پور مال
پلورل تر ټاکلې مودې پورې ،دويم مضاربت کول او دريم خپل کور د خوراک لپاره غنم له اوربشو سره ګډول نه
تجارت لپاره.
د مضاربت ارکان لري:
د اسالمي جمهور فقهاؤ ويلي دي مضاربت درې ارکان لري .
يو راٴس المال او روپيو څښتن او مضارب يعنې هغه څوک چې د مضاربت کارو بار کوي. .1
دويم رکن يې معقود عليه دى يعنې هغه څه دي چې د مضاربت قرارداد پرې کېږي او هغه دى راس ، .2
کاروبار او ګټه.
دريم رکن يې د مضاربت د عاقدينو ترمنځ ايجاب او قبول دى .3
چې کاروبار کوونکي د پيسو خاوند ته وايي ته ماته روپۍ راکړه زه به تجارت پرې کوم او ګټه به يې مشترکه
وي دا ايجاب شو او د روپيو خاوند ورته وايي ماته قبوله ده دا قبول شو .پورته عبارتونه هر يو چې وړاندې
وويل شو هغه ته ايجاب او بل ته قبول ويل کېږي .
او د امام شافعي (رح) د مذهب فقها وايي د مضاربت ارکان پنځه دي:
-:١مال -: ٢کار -:٣ګټه -: ٤عاقدين -: ٥د ايجاب او قبول کليمات
د مضاربت ډولونه :
مضاربت په دوه ډوله دى يو مطلق مضاربت دويم يې مقيد مضاربت دى چې په فقه کې پـه النـدې ډول دي.
- ١مطلق :مطلق مضاربت دادى چې يو شخص بل ته روپۍ ورکړي او ورته ووايـي چـې تجـارت پرې کـوه
ګټـه به د دواړو شريـکـه وي او بيا د مضاربت دګټې ونډه ورته معلومه کـړى چې نيمايي دى يا دريم او يا
څلورمـه او هغه برخه چې دواړه خواوې پرې موافقه کو ي .
6
- ٢مقيد :دويم ډول مقيد مضاربت دى او مقيد مضاربت دادى چـې يو شخص بل ته پيسې ورکړي چـې
مضاربت پـرې وکړي خو په دې شرط چې د تجارت کولو ځاى ،يا د ټاکلې جنس ،يا ټاکلې نېټې او يا له ټاکلي
شخص څخه قيد پرې ولګوي .د بېلګې په توګه ورته وايي زه يو لک روپۍ په مضاربت درکوم خو صرف په
فالني ښار کې به پرې کاروبار کوې يا صرف په ژمي کې به کاروبار پرې کوې يا له فالني شخص څخه به مال
پېرې د مضاربت دغـه دواړه ډولونه شرعا ً روا دي مطلق وي او که مقيد خو په دې شرط چې روپۍ نغدې
ورکړي.
د مضاربت د صحت شرطونه:
د مضاربت د صحت لپاره دغه الندې شرطونه بيان کړي شوي دي
-:١لومړى شرط يې دادى چې د مضاربت په عاقدينو يعنې د روپيو په خاوند او مضارب کې به د توکيل او
وکالت اهليت موجـود وي .دواړه به عاقل بـالغ او خپل واک وي ،ځکـه چـې مضارب د رب المال په اجازه د
هغـه پـه روپيـو کـې تصرف کوي همدغه توکيل يعنې د بل چـا وکيل ګرځـول والى پـه خپل مال کې.
-:٢دويم شرط يې دادى چې د مضاربت راس المال به نغدې او رائج الوقت پيسې وي .لکه افغانۍ ،دينـار،
درهـم او داسې نور ځکه چې په عـروض" "Goodsيعنې سامان کـې د جمهور فقهاؤ په نزد مضاربت کاروبار
جايـز نه دى ځکـه چې په سامـان کې د دوکې احتمـال وي او هم د ګټې او جهالت .له فقهاؤ څخه صرف ابن ابي
ليلى (رح) کوفي او د شام امام او زاعي (رح) په ځمکه او سامان کې هم مضاربت روا ګڼـلـي دي.
-:٣دريم شرط يـې دادى چـې د مضـاربت راس المال بـه د مضـاربت د تـړون پـه وخت الس په الس او موجود
وي په پور به نه وي او نه غـايب مال مضاربت صحيح کېږي لکه چې يوشخص بل ته وايي زما پرتا باندې چې
کومې روپۍ پور دي په هغو باندې مضاربت وکړه .
-:٤راس المال بـه مضارب ته تسليموي ځکه که راس المال د روپيو د څښتـن په قبضه کې وي د مضاربـت
تـړون فـاسدېـږي
-:٥د دواړو ترمنځ به د ګتې مقـدار معلوم يعنې نيمايي به وي ځکـه چـې شـراکـت د دواړو ترمنځ د مساوات
غوښتنه کوي .
-:٦ګته به ټول مال کې خپره وي د مال کومې بـرخـې پـورې به محـدوده نه وي ځکه چې د عـاقـدينو د يو
شخـص د ګټې پـه ټاکـلو سـره مضاربت فاسدېږي لکـه چـې يـو شريک يې ووايـي زما به په سلوکې اووه وي يا
داســـــــــــــــــــې نور.
دمضاربت احکام:
د مضاربت په اړه زيات فروعي مسايل او احکام دي چې د هغوى له جملـې څخه څـو غټ احکام او مسايل په
الندې ډول دي:
.1د مضاربت ټول شرطونه په معاهده کې ذکر کول ضـروري دي ترڅو په راتلونکـي کې د دواړو ترمنځ
اختالفات تبارز ونه کړي مګر کـه له تړون ليک څخه پرته د دواړو لپاره کوم بل اطميناني صورت وي نو هم
صحيح کېږي.
د مضاربت په مطلق ډول کې دا فيصله کـول هــم ضروري دي چـې په څومـره مـوده کې به حساب سره .2
کـوي او ګټـه بـه يـې سـره تقسـيموي لکـه ووايـي هـر شپږ مياشتې يا هر نهـه مياشتې وروسته به حساب سره
کـوي.
مضاربت پـه هغـه مال کـې صحيح کېـږي چې شـراکت پـرې صحيح کېږي. .3
دمضاربت کارکوونکي کله چې د روپيو مالک سره معاهده وکړي او روپۍ ورته ورکړي نو دهغه لپاره .4
مختلف حالتونه وي د پيسو په اخستلو سره د هغه حيثيت د امين وي او کله چې پرې کار پيل کړي دهغه حيثيت د
وکيل وي او کله چې په کاروبار کې ګټه وکړي د هغه حيثيت د شريک وي که چېرې دمضاربت معـامله فاسده
شي نو د هغـه حيثيت د هغه مزدور وي چې صرف د اجرت آخستلو حق چې دمضاربت له ټاکلې ونډې څخه کمه
وي او که چېرې دپيسو څښتن د نظـر خال ف د هغه پيسې په معامله کې ولګوي نو د هغه حيثيت د غاصب
ګرځي چې بيا په دغه صورت کې راس المال او ګټه هر يو د پيسو د مالک ګرځيږي او کارکوونکي شرعا ً
محرومېږي ان تردې چې د مزدورۍ د اخيستلو حق هـم نلري ځکه چې د غاصب لپاره په شريعت کې همدغه
حکم دى.
که د مضاربت په تړون کې ټوله ګټه مضارب ته شرط کړاى شي نو قرض ګرځي. .5
په مضاربت کې نيټه معلومول روا نده لکه چې په تړون کې وليکي چې دابه تر يو کال پورې وي ځکه .6
چې مضاربت باطلوي.
7
که د مضاربت کارکوونکي د راس المال خا وند ته ووايي :زه ستاسو په پيسو پدې شرط مضاربت کوم .7
چې ته ماته د هستوګنې لپاره ځاى (کور) راکړې نو د مضاربت تړون فاسدېږي او نه صحيح کېږي.
که چېرې دمضاربت کارکوونکي دکاروبار لپاره يا بوته يا دهغه په بيه برابر بله سورلۍ ته اړيتيا .8
پيداکړي نو ورته روا ده چې ځان ته يې د شريکو پيسو واخلي .مګر حساب به له ګټي څخه وي نه راس المال
څخه مګر که کشتۍ په موټر اخلي له مشترکو پيسو څخه ورته روا نه ده ترڅو چې راس المال څښتن اجازه ورته
نه وي کړي.
که چېرې مضارب په خپل ښار کې دمضاربت کاروبار کوي نو د امام محمد (رح) په نزد به خوراک .9
څښاک د مضاربت له مال څخه نه کوي او که خپل ښار څخه بهر پسې ځي نو خوراک ،پوښاک ،د سفر جامې ،
سورلۍ ،د جامـو مينځـلو پيسې ،د خـادم مـزدوري د سـورلۍ لګـښت او عـالج يې دمضاربت له ګـډ مال څخه دى
دغه مصارف به د ضرورت په انډول او له تاجرانه دود سره سم وي او که له متعارف مقـدار څخـه يې زيات وکـړ
نو پخپلـه مضـارب يـې ضامـن او ذمه وار دى له مشترک مال څخه د اخستلو حق نه لري.
.10که چېرې د مضاربت په دوران کې د راس المال څښتن يا مضارب وفات شي د مضاربت تړون پاې ته
رسيږي او د وفات له ساعت سره سم کارو بار موقوف او معاهده ختم ګڼل کېږي د متوفي ټوله ترکه وارثانـو تـه
شرعـا ً ليږديـږي.
.11که چيرې دمضاربت په دوران کې مال دسماوي افت يا غصب يا غال د وجه ضايع شي يا کښتۍ ډوبه شي
نو که ځنې مال تلف شي د ګټې له مجموع څخه تالفي کېږي او که ټول مال هالک شي او مضارب غفلت او
تکاسل پکې نه وي کړى نو تاوان دراس المال په څښتن با ندې راځي .او که ګټه کې خساره وشي نو هم دراس
المال د څښتن د سهم څخه ګڼل کېږي.
.12که چېرې په معاهده کې دپيسو مالک داشرط کړي چې که مال تلف شي نو مضارب يې ضامن دى -دغه
شرط شرعا ً باطل دى او د مضاربت تړون صحيح دى.
.13مضارب حق لري چې دمضاربت تجارتي مال دراس المال د څښتن له ا جازې پرته پور ورکړي خو ليک
به ورڅخه ا خلي او که ليک يې وانه خيسته او مال تلف شو او پور وړى منکر شو يا مړ شو يا وتښتېدو د
تاوان ضامن مضارب دى دغه راز مضارب ته روانه ده چې دمالک له مشورې پرته راس المال قرض ورکړي که
مضارب د مضاربت لپاره راس المال له هيواد څخه بهرته ليږدوي نو دراس المال له خاوند څخه به اجازت او
مشوره هرو مرو تر السه کوي-١( .م ١٩٣څخه تر)٢٠٣
دريم مبحث :شراکت /مشارکت:
په اسالمي اقتصادي نظام کې دمشروع تجارت بل ډول شراکت يا دڅو سوداګرانو ګډ کاروبار کول دي چې د اسالم
يه سپيڅلي دين او شريعت څخه دمخه هم په بشري ملتونو کې دود وو.
تعريف :لغوى .فقهاؤ د شراکت داسې تعريفونه کړي دي:
الشرکة لغة :هى اال ختالط اى خلط احد المالين باﻻخره بحيث ال يمتازان عن بعضهما ثم اطلقت عندالجمهور على
العقد الخاص بها وان لم يوجد اختالط النصيبين الن العقد سبب الخلط.
دشرکت لغوى معنى :ګډون کول دي ديو شخص له بل سره د خپل مال داسې ګډول دي -چې ديو بل مال معلومولى
او سره بيلولى نشي بيا د جمهور فقهاؤ په نزد شرکت خصوصي تجارتي تړون ته ويل کېږي که څه هم د دوه
ګډون کونکو برخې سره ګدې کړاى شوې هم نه وي – ځکه چې تړون دګډولو سبب ګرځي.
اصطالحي تعريف:ـ مشهور مفتى ابن عبادين دشرکت تعريف د ا سي کړى:
الشرکة :عبارة عن عقد بين المتشارکين فى راس المال والربح .
شرکت هغه تجارتي تړون ته ويل کېږي چې په سوداګرۍ کې د دوه يا زياتو ګډون کوونکو ترمنځ په راس المال
او ګټه دواړو کې وکړاى شي.
مشروعيت:
د شـرکت او تجـارتي ګـــــډون مشـروعيت په هغـه قـدسي حـــديث ثـابت دى چې پـه هغـه کې اللـــــــــه تعالى
فرمايلي دي:
انا ثالث الشريکين مالم يخن احدهما صاحبه فاذا خانه خرجت من بينهم.
ابوهريره رضى هللا عنه له نبي کريم صلى هللا عليه و سلم څخه روايت کړى دى چې هللا تعالى فرمايلي دي :له
دوه شراکت کوونکي سره دريم د دوى زه يم ترڅو چې يو ددوى دواړو له هغه بل خپل شريک سره خيانت
ونکړي او کله چې خيانت سره وکړي نو ځه لدوي له منځه ووځم – يعنى ځه خپل فضل او مرسته ورڅخه قطع
کوم له مال او سوداګرۍ څخه يې برکت پورته کوم.
8
همدارنګه نبي کريم (ص) فرمايلي دي :يدهللا على الشريکين مالم يتخاونا.
دهللا تعالى الس او مرسته په سوداګرۍ کې له دوه ګډون کونکو سره تر هغه پورې وي چې دوى يو له بله سره
خپل منځى خيانت ونکړي.
نو له دغه دواړو احاديثو څخه د شراکت له مشروعيت سره سره د شراکت فضيلت هم ثابت شو.
دشراکت صحت شراطونه:ـ
فقهاؤ د تجارتي شراکت د صحت لپاره يو لړ شرطونه کېښودلي دي چې په الندې توګه بيان کړي شوي دي.
لومړى شرط يې دادى چې په سوداګرۍ کې د ګډون کونکو په منځ کې ايجاب او قبول وي او په رضا .1
مندي سره وي.
دويم شرط يې دادى چې په رايج الوقت سکو کې به وي .ان تر دې چې که د اشياؤ او اجناسو په بڼه وي .2
نو دګډ کاروبا له پيل څخه دمخه به د هغوى قيمت په نغدو کې باېد وټاکل شي.
دريم شرط يې دادى چې د هر شريک دګټي اندازه داسې ګډ وي چې په هغو کې توپير او تميز کول په .3
بشپړه توګه غير ممکن وي – ترڅـو ګدونکوونکي هر يو ټول تجارتي مال خپل وګڼي په لګښت کې يې احتياط او
په ګټه کې مخلص وي.
څلورم شرط يې دادى چې د هر شريک دگټې اندازه به په ټاکلي حد سره معلومه وي لکه په سلو کې .4
دريمه يا پنځمه يا لسمه ځکه چې دهريو دګټې ونډه مجهوله وي شراکت نه صحي کېږي او فاسديږي.
پنځم شرط يې دادى چې د هريو ګټه به په ټول مال کې وي .او په يو ټاکلي برخه د مال کې به ټاکلي نه .5
وي او که نه نو شرکت فاسدېږي.
دشرکت ډولونه:ـ
تجارتي شراکت په څلور ډوله دي چې په الندې توګه فقهاؤ بيان کړي دي.
-:١شرکت مفاوضه :دمفاوضه معنى ده مساوات چې له تفويض څخه اخستل شوى دى .د شراکت دغه ډول ته
ځکه مفاوضه ويل کېږي .چې د دغه ډول تجارتي شراکت ټول برخه وال په هر څه کې سره برابر وي په راس
المال کې په ګټه کې په صالحيتونو او اختياراتو کې په اعتماد کې او داسې نورو تصرفاتو کې لکه پور اخستل
پور ورکـول او له همـدغه امله دوى يـو بل ته بشپـړ کاروبـار سپاري او يو دبل کفالت کوي .البته په مسـاوي
توګه.
شرطونه :په مفاوضه شرکت کې فقهاؤ دغه الندې شرطونه ضروري ګڼلي دي که چېرې يو هم ترې نه پکې نه
وي شرکت مفاوضه نه دى.
ټول شريکان به عاقل ،بالغ ،اصيل او په کار پوه وي .1
دراس المال په قدر او قيمت کې به برابر وي دپيل څخه ترپايه پورې. .2
دريم دا چې په ګته کې به هم ټول سره برابر وي. .3
څلورم دا چې دسوداګرۍ په ګردو چارو کې به مفاوضه وي او هغه داسې چې که يو شريک څه پيري .4
هغه بل هم ورپکي وي.
پنځم داچې د ګډون ليک سند کې به د شرکت مفاوضه کليمات ليکلي وي. .5
احکام :په شرکت مفاوضه پورې الندې احکام تړلي دي.
اقرار بالدين :که يو شريک دچا په پور اقرار وکړي پر ټولو برخه والو الزمېږي. .1
دتجارتي اموراتو التزام :لکه پورونه او نور ضمانتونه په ټولو الزمېږي لکه په مال کې عيب او .2
مغصوباتو تضمين.
دمالي کفالت التزام :ټول ګډون کونکي په مالي چارو کې يو د بل کفيل دي .3
دتجارتي راکړو ورکړو دحقوقو په مطالبو کې ټول سره برابر دي. .4
-:٢عنـــان شـــرکت :عنان له عن څخه اخيستل شوى دى چې د وړاندې کولو او عرضه کولو په معنى دى او
عنان شرکت و رته ځکه وايي چې ګډون کونکى يې يو بل ته په سوداګرۍ کې ګډون خپله غوښتنه او رضامندي
وړاندې کوي .لکه چې ويل کېږي عن الشئ وعنت حاجة.
يعنې ماته يې فالني شى او يا خپله اړيتيا اوحاجت وړاندې کړ.
امام سبکي ويلي دي عنان دڅاروي له هغه پړي څخه عبارت دى چې په غاړه کې يې ورته اچولې وي او له ځان
سره يې کشوي او بيايې نو ځکه دې تجارتي شرکت ته هم عنان وايي چې ګډون کونکي په کاروبار يو بل سره
وړا ندې بيايي لڼده دا چې عنان شرکت هغه تجارتي ګډون دى چې د دوو يا له دوو څخه زيات کسان په ګډ تجارت
کولو سره متفق شي مګر دټولو سرمايه ،تصرفات او منافع سره برابر نه وي يعنى ديو تن مثالً يو لک وي او د
9
بل درې لکه وي يو د شرکت مسؤل وي مګر بل نه وي يو په کورکې ناست وي بل کاروبار کوي.
احــــــکـام :دعنان شرکت عمده مسايل او احکام په الندې ډ ول دي.
په عنان شرکت کې ګډون کونکي يو دبل وکالت کوالى شي مګر يو له بل څخه کفالت نشي کولى .يعنى .1
ګډون کونکي د يو بل پرنيابت سوداګري کولى شي مګر يو دبل پور خالصولو مسؤليت نه لري پخپله پور
اسختونکى مسؤل دى.
په معاهده کې دا شرط ليکل ضروري دى چې ټول شريکان کوى که يو يا څو. .2
ګټه به دراس المال يا سرمايې په تناسب سره تقسيموي. .3
خساره او تاوان به هم دراس المال په تناسب سره وي .4
که چېرې د ګډون څخه د مخه ټول مال هالک شي يا ديو ګډون کونکى مال هالک شي او بل وي نو .5
دواړو صورتونو ېک تړون باطل دى.
که چېرې له ګډون کولوڅخه يو شريک مال واخلي او د هغه بل مال هالک شي نو دواړو شريکان په .6
پاتې مال کې سره شريک دي.
-:٣شــرکــــة الوجـــوه:
تعريف :وجوه د وجهه جمع ده چې په عربي کې مخ ته وايي او دلته مراد ورڅخه باور په ټولنه کې اعتبار او
اعتماد دى .شرکة الوجوه داسې تجارتي ګډون ته وايي چې يو يا څو کسان چې مخور يا اعتمادي وي سره يو شي
له سوداګرو او کپنيو څخه په پور مال اخلي او په نغدو يې خرڅوي په هغه کې چې څومره ګټه وکړي په خپله
منځ کې يې تقسيم کړي له همدې امله دې شراکت ته شرکة الذمم هم ويل کېږي.
احـــکـام :دشرکة الوجوه احکام او مسايل په الندې ډول دي
که دګډون کوونکو ترمنځ په دغه ګډون ا تفاق په مفاوضه راغلي وي نو شريکان يو د بل کفالت کولى .1
شي.
هر يو به د پيرودلي مال د نيمايي ثمن ذمه وار وي. .2
پيردولى مال به هم نيمايي نيمايي وي. .3
ګټه هم د دوى ترمنځ نيمايي نيمايي وي. .4
په معاهده کې به دمفاوضه لفظ ليکي ځکه چې دغه تړون او شرکت دواړو تر منځ په بشپړه او هر .5
اړخيزه مساوات قايم کړى شوى دى.
که چېرې دغه تړون او ګډون د عنان شرکت په اصولو وي نو د عنان شرکت اصول پکې اجرا کېږي اوپه
تړون کې دعنان لفظ ليکي.
-:٤شــرکـة الصنـايـع:
تعريف :صنايع د صنعت جمع ده صنعت کسب او کار ته ويل کېږي دغه شرکت داسې وي چې دکمپنۍ په ډول
ديو صنعتي کار دوه يا څو مسلکي وګړي په ګډ کار کولوسره متفق شي چې ګډ کار به سره کوي چې څومره
روپۍ ګټي هغه به د تړون له مخې خپل منځ کې سره تقسيموي .دمثال په ډول دوه خياطان دوه نجاران دوه
دوبيان ،دوه موچيان يا دوه جوالګان پدې سره اتفاق وکړي چې يو ځاى به کاروبار کوي او په شريکه به پيسې
ګټې اوبيا به يې ټاکلي تناسب سره تقسيموي شرکة الصنايع ته په فقه کې شرکة االعمال واالبدان هم وايي بل نوم
يې شرکة التقبل دى .
همدارنګه شرکة الضمان او شرکة المغاليس هم ورته وايي:
احــکـام:د شرکة الصنايع احکام په الندې ډول دي
که چېرې د دوى په ګډون ليک کې دمفاوضه کليمه ليکل شوي وي نو دټولو حقوق او مسؤليتونه سره .1
برابر دي د يوتن اقرار دټولو اقرار دى او که د شرکة العنان کليمه پکې ليکل شوي وي نو دهر يو دکار په تناسب
دهغه حقوق دي او ديو بل کفيل کېداىـ نشي.
دويم دا چې په دغه شراکت کې دهر شريک ګټه دهغه ضمان او ذمه واري په تناسب وي دکار په تناسب .2
نه وي نو که چېرې کوم يو ناروغ شي يا کوم لوري ته سفر وکړي نو اجوره د دوى ترمنځ د هغه شرطونو په
اساس تقسيميږي چې معاهده کې ذکر دي.
که چېرې په شراکت کې تاوان وشي نو په هريو باندې د ليکل شوي تړون په ا ساس تقسيميږي او که .3
يو يې جرم او جنابت وکړي نو تاوان پر ټولو دى مثالً يو خياط څخه کالي خراب شي او پرې تاوان شي نو پر
ټولو به وي.
10
-:٥شــرکـة الفـلـوس:
په روپيو کې دامام ابو حنيفه او امام ابو يوسف (رح) په نزد دشراکت کول ناروا دى ځکه چې که کوټه وي
دعروضو حيثيت لري او که رايج الوقت وي نو قيمت يې د ټاکونکو په واسطه ټاکل کېږي او دغه ټاکنه د سرو
زرو يا سپينو زرو په واسطه کېداىـ شي د حنابله او شا فعيه فقهاؤ هم همدغه نظر دى امام محمد (رح) ويلي دي
که مروجې روپۍ د شراکت راس المال وګرځول شي نو بيا شراکت روا دى .
( -١م١٨٥څخه تر)١٩٢
څلورم مبـحث :صنـعـت او کسـبونـه:
صنعت او کسب دملکيت د روا اسبابو د جملي څخه يو سبب او د ژوند تيرولو له اسبابو څخه دى له همدې امله
داسالم سپيڅلي دين ورته خلک هڅولي او تشويق کړي دي نبي کريم (ص) په بې کاره خلکو غوسه شوى او د
ژوند اسبابو له په شاکېدو څخه يې کرکه کړې ده پيغمبر (ص) د الس کار ډېر ستايلى بيا يې د خپلې وينا په
ترڅ کې ويلي دي هيچا د الس دکار څخه پرته ښه خوراک نه دى خوړلى بيشکه د هللا پيغمبر (ص) داؤد عليه
السالم به دخپل الس دکار له محصول څخه خوراک کاؤ په بل ځاى کې داسې يې فرمايلي دي (خير ا لکسب کسب
يدالعامل اذانصح)
ژباړه :دغوره کسب دکاريګر د الس کار دى هر کله چې د خلکو خير غوښتنونکي وي حقيقت دادى چې دصنعت
چارې د هللا پيغمبرانو هم سرته ر سولي دي امام حاکم د ابن عباس يو روايت ذکر کړى وايي چې حضرت داؤد
عليه السالم به د جنګ اسباب او زغرې جوړولې ادم (ع) کرونده ګر ،نوح(ع) نجار ،ادريس (ع) خياط او موسى
(ع) شپون ؤ په اصحابو کې ځينې خلک داسې ؤ چې هغوى به د صنعت چارې لکه اهنګري ،سوداګري ،خياطې
او موچې توب کاؤ دغه خبره ډېر د حيرانتيا وړنده داځکه چې داسالم ډېر امامان او لوى عالمان هغو کسبونو ته
منسوب دى چې دوى په خپل وخت کې ترسره کول او د خپل ژوند وسيله يې ګڼله تر اوسه پورې د دوى علمي
اثار په همدې نومونو لولو ،بزاز (د رخت سوداګر) ،قفال( قلف جوړونکى) ،زجاج (دشيشو جوړونکى) ،خراز(
څپلې ګنډونکى) جصاص( چونه خرڅونکى يا رنګمال) خواص ،خياط ،ګندونکى قطان (دمالوچو څخه تار
جوړونکى) ،صواف ( دوړيو څخه سپڼسي جوړونکى) او داسې نور.
مومن مسلمان ته الزمه ده چې کار وکړي او دحالل روزي په الس ته راوړلو د ځمکې په تل او يا تر اسمان
الندې هر رنګه کار چې وي په هلو ځلو الس پورې کړي ترڅو د خپل ځان او خپلې کورنۍ ضرورتونه پوره
کاندي.
قران عظيم الشان دځنې صنايعو ذکر کړى له دې جملې څخه يې د اوسپنې صنعت ته اشاره کړې هللا تعالى
فرمايلي دي ( و انزلنا الحديد فيه باس شديد و منافع للناس)
ژباړه :او موږ اوسپنه راکوزه کړې ده چې پدې کې سخت جنګ او خلکو ته ګټې دي.
په همدې توګه دصنعتي منسوجاتو په هکله قران غظيم الشان فرمايي:
يا بني ا دم قد انزلنا عليکم لباسا يوارى سواتکم وريشا ً
ژباړه :اى د ادم اوالده موږ تاسې ته جامې نازلې کړې دي چې ستاسې دبدن شرم ځايونه وپوښي او ستاسې د
بدن د ساتنې اوښکال وسيه هم دى.
له دې سره سره د اباديو جوړښت په باب فرمايلي (
ژباړه :يعنې هغې ته وويل شوه چې بنګلې ته ننوزه هغې چې وکتل ګومان يې وکړ چې د ابو حوض دى او
ورکوزېدلو لپاره هغې خپلې پايڅې بډ وهلي سليمان وويل دا دښيښې روڼ هوار فرش دى.
صنعت په دغو ورځو کې د ځواکمن اقتصاد له مهمو بنسټونو څخه شمېرل کړي چې ديو هيواد ډېره ګټه
ورپورې تړلې ده داسې يو مبارک کار دى چې پيغمبرانو اصحابه او اسالمي قانون پوهانو سرته رسولي دي.
(-٣م ١٠٩څخه تر)١١١
پنځم مبـحث :مــزارعـت
مزارعت دې ته ويل کېږي چې دبل چا ځمکه په نيمايي يا دريم ،يا څلورمه ونيسي په داسې ډول چې ځمکه به د
هغه وي خدمت او عمل به د ده وي يا داچې ځمکه به د يو وي تخم ،يوه کول او خدمت مشترک وي په اسالم کې
مزارعت روا دى مګر فقهاؤ د مزارعت اته ډولونه ښودلي دى چې څلور صورتونه يې جائز او روا دى او څلور
يې ناروا دي چې په ال ندې ډول دي.
صحيح ډولــونـه :دمزارعت جايز صورتونه په الندې ډول دي.
11
چې ځمکه ديو شخص وي ،تخم دکرهنې االت او عمل هر څه دبل وي او د دواړو ترمنځ دا تړون وشي .1
چې په دغه صورت کې به دځمکې څښتن دپيداوار مثالً نيمايي دريم يا څلورمه ونډه اخلي.
چې ځمکه تخم او کرهڼې تول سامان د يوشخص وي صرف عمل کار او خدمت دبل شخص وي او دواړو .2
ترمنځ دا تړون وشي چې د عمل او کار څښتن ته به د حاصل څخه دومره ونډه ورکوي.
چې ځمکه او تخم د يو شخص وي د کرهنې ټول سامان االت هم د دواړ او عمل د بل وي او بيا دواړو .3
ترمنځ تړون وشي چې د ځمکې حاصل به دواړو ترمنځ نيمايي وي.
چې ځمکه هم د دواړو وي تخم هم د دواړو ګډ وي د کرهڼې سامان االت هم د دواړو او کار عمل او .4
خدمت هم د دواړو سره مشترک وي او بيا د حاصل د برخو په ټاکلو کې د دواړو ترمنځ تړون وشي.
ناروا صورتونه :د مزارعت ناروا صورتونه په الندې ډول دي:
چې ځمکه د دواړو وي بيا يو شخص دځمکې سره تخم هم ورکړي او دويم شخص له ځمکې سره .1
دکرهڼې سامان االت او غوايان هم دبل وي دغه صورت دجمهورو په نزد نارواد ى مګر بعضي فقهاؤ ويلي دي
چې که چېرې په کوه سيمه کې دغه صورت عام دود وي نو بيا روا دى.
چې ځمکه ديو کس وي تخم د بل شخص وي غوايان او يوې بل شخص (دريم ) وي او دڅلورم شخص .2
خدمت او عمل وي او بيا دحاصل په باره کې څلور واړه تړون وکړي.
چې تخم او دکرهڼې سامان االت ديو کس وي ځمکه او خدمت دبل کس وي. .3
چې ځمکه ديو کس وي او تخم کې سره شريک وي او دعمل او کار په باره کې پريکړه وکړاى شي چې .4
دځمکې دڅښتن څخه پرته دبل چا وي يعنې دا کيښودل شي چې خدمت به دځمکې مالک نه کوي بلکې بل څوک
(-٢م ١٨٣څخه تر)١٨٥ به يې کوي.
شپږم مبحث :اجــــــاره
د روا تجارت او فردي مالکيت له مواردو څخه بل اجاره ده اجاره له اجرت څخه ده او هغه دا چې يو چا
ته خپل څاروى ،دوکان ،کارخانه په ټاکلي کرايه ورکړي او يا ځمکه په غله او د دغې ځمکې په حاصل ورکړي
دمثال په ډول يوشخص د ځمکې څښتن دى بل ته وويل ماته دکال راکوه نوره ستا شوه هغه يې ورسره قبوله
کړي او دکرايه په توګه يې ورڅخه واخلي نو فقهاؤ ويلي دي چې جايز دى لکه چې وايي :مماتحوز االجارات
عليه من دراهم او دنانير او موزون او معدود جاز استيجار االرض للزرع.
ژباړه :په درهمو او دينارونو يعنې نغدو روپيو او تول کېدونکو او عددي شمېرونکي شيانو ا خستلو په عوض
کې ځمکه په زراعت ورکول روا دى لکه چې حديث کې راغلي دي.
عن حنظلة بن قيس انه سال رافع بن خديج عن کراء االرض؟ فقال :نهى رسول هللا (ص) عن کراء االرض قال:
فقلت :اباذهب والورق؟ فقال :امابلذهب والورق فال باس به.
ژباړه :له حنظله بن قيس څخه روايت دى چې ده له رافع بن حديج (رض) څخه په کرايه د ځمکې ورکول د حکم
په اړه پوښتنه وکړه؟ هغه راته وويل رسول هللا (ص) په کرايه باندې د ځمکې له ورکول څخه ممانعت کړى دى
ما ورته وويل که په سروزرو يا سپينو زرو (نغدو روپيو) په کرايه ورکړي راته يې وويل :دسرو زرو او سپينو
رزو په عوض کې په کرايه ورکول روا دى او پرواه نه لري.
په نغدو روپيو ځمکه په اجاره ورکول يا په بل کوم شي دوه صورتونه لري
( )١يو دا چې د ځمکې څښتن کومې نغدې روپۍ اخلي هغه صرف د ځمکې د کرايه په نيت واخلي نو صحيح ده
( )٢مګر که دځمکې څښتن د ځمکې د حاصل اټکل وکړى او د هغه کښت خپله برخه اټکل کړي او مخصوص
(-٢م١٨٩څخه تر)١٩١ مبلغ قيمت اجاره نيوونکي څخه ترالسه کړي بيا حرام دى.
12
دريم فصل
دسوداګري ناروا ډولونه
داسالم په اقتصادي نظام کې ټول هغه راکړي ورکړې شرعا ً ممنوع ګرځول شوي دي چې د جـاهـليت پـه زمانه
کې ترسره کېدل چې اوس هم ځنې ملتونو کې ځنې د دې نه يا ټول دپخوا پشان ترسره کېږي چې په الندې ډول
دي
لومړى پراګراف :بيع منابذه .بيع منابذه دې ته ويل کېږي چې پلونکى (بايع) د رخت تان يا بل تجارتي
سامان مشترې (پيرودونکي) ته ور واچوي نو دهغه بيع به پرې الزم شي دويم صورت يې داؤ چې مشتري شګه
په الس کې واخيسته او تجارتي سامان لکه څاروي يا رختونو ته به يې ګوزاره کړه څومره به چې پرې ولګيدل
په ټاکلي نرخ به د هغه پيردول پرې الزم شول که د دې خوښه به وه او که نه وه يا د بايع خوښه به وه او که نه
وه.
دويم پراګراف :بيه مالمسه :بيع مالمسه دى ته وايي چې که مشتــري به مبيعــــه لمس کړه يعنې پـــر
پلورونکي شي به يې الس وليګده نو دهغه پيردول به پرې الزم شو يا دهغه دپرانستلو کتلو او خرښولو حق يې
نه درلوده .دويم صورت داؤ چې مشتري به سترګې پټې کړې او بايع او مشترې به دا فيصله سره وکړه چې په
کوم مال دده الس وليګده هغه په دومره قيمت دده شوه.
دريم پراګرف :بيع حبل الحبلة :دحبل الحبلة معنى دا ده چې يو شخص له بل څخه څاروى وپيري او ورته
وواي ددې قيمت به هله درکوم چې دا لنګه شي او بيا ددې په ګيډه کې بچى لنګه شي داسې پلورل اوپيردول
ناروا دي.
څلورم پراګراف :بيع صفقة :بيع صفقة داسې وه چې مشتري به خپل الس د بايع په الس وواهه او ورته به
يې وويل ستادغه مال په دومره قيمت زما شو بس مبعيه به په هماغه قيمت د هغه شو ډېر ځلي به داسې کېدل
که بايع به خوښه وه او که نه مشتري به په چاالکۍ سره دبايع الس ونيوو او په خپل الس به يې وواهه او په
ټالکي قيمت مبيعه به يې ورڅخه وپلورله او بايع به مجبوراً قبوله کړه.
پنځم پراګراف :بيع مزابنة:وچه او پخه ميوه په ونو کې په لنده ميوه پلورل او پيرودل ناروا دي دغه ډول
خرڅالو ته په شريعت کې مزابنه وايي :سعيد بن مسيب ويلي دي ( ان رسول هللا صلى هللا عليه وسلم نهى عن
بيع المزابنة والمحاقلة).
ژباړه :په تحقيق سره رسول هللا (ص) دمزابنه او محاقله پلورلو او پيردولو څخه ممانعت کړى دى.
شپږم پراګراف :بيع مصراة :بيع مصراة دى ته وايي چې لوشونکى څاروي لکه غوا ،ميښه ،اوښه ،ميږه
او اوزه چې شيدې کوي څښتن يې غواړي چې وې پلوري نو څو ورځې يې تيونه وتړي چې غوالنځه يې ښه له
شيدو څخه ډکه شي بيا يې بازار ته پلورلو لپاره بوحي او په اوچت قيمت يې وپلوري.
اووم پراګراف :بيع عربان :عربان تجارتي معامله داده چې بايع او مشتري سودا وکړي او بيا مشتري يو څه
ثمن (پيسې) ورکړي او ورته وايي نورې روپۍ به په فالني ورځ درکړم بايع ورته وايي سمه ده که په ټاکلي
تاريخ دې پاتې روپۍ رانکړې يا له سودا څخه پښيمانه شوې نو راکړې ورپۍ د پښيمانتيا او تاوان په توګه زما
شوې او پلورلى شي به مې هم خپل وي او يا مشتري ورته ووايي که ته پښيمانه شوې نو څومره روپۍ چې ما
بيعانه درکړې دي نو هماغومره روپۍ او هم زما بيعانه دواړه به په پښيمانيتا کې راکوې هغه يې هم ورسره
قبوله کړي دغه ډول راکړه ورکړه شرعا ً ناروا دي لکه چې په حديث کې راغلي دي.
(عن عمرو بن شعيب عن ابيه عن جده ! ان النبي صلى هللا عليه وسلم نفى عن بيع العربان)
ژباړه :له عمرو بن شعيب هغه له خپل پالر هغه د ده له نيکه څخه روايت کړى دى چې په تحقيق سره نبي کريم
دعربان ډول له سودا کولو څخه ممانعت کړى دى.
اتم پراګراف :بيع نجش (بولي وهل) :په صارفينو او حاجتمندانو باندې په اوچته بيه د اجناسو د پلولو په
خاطر ځنې حريص تاجران داسې کوي چې يو څو جملې مشتريان ځان ته برابر کړي کله چې مشتري ووايي زه
دغه مال مثالً په زر روپۍ اخلم هغه ورته وواي زماپه يو نيم زر شو هغه بل غږ وکړي زماپه دوه زره شو
حاجمتمند هغه د يو زر روپيو شى څه دپاسه په دوه زره واخلي دغه ډول د درواغو بولي وهل په اسالم کې ناروا
او ممنوع دى نبي کريم (ص) فرمايلي دي.
(عن ابي هريرة قال :قال رسول هللا صلى هللا عليه وسلم ال تناجشو)
ژباړه :له ابوهريره (رض) څخه روايت دى چې ويلي دي :رسول هللا (ص) فرمايلي دي پر خلکو با ندې د سودا
د نرخ اوچتولو لپاره په دوراغو بولي مه وهئ.
13
نهم پراګراف :بيع مضطر :مضطر له اضطرار څخه دى چې اړتيا او مجبوريت ته ويل کېږي بيع مضطر
هغه بيع ده چې بايع د مجبوريت له مخې خپل کوم شى پلوري نو مشتري يې په خورا ارزانه قيمت ورڅخه اخلي
يا داچې مشتري د يو شي اخيستلو ته مجبور وي سوداګر يې د ورځې له نرخ په اوچته بيعه پرې پلورې.
لسم پراګراف :بيع الکالي با لکالي ( پور په پور) دغه راکړه ورکړه داسې ده چې يو سړى بل ته تر يو
ټاکلي نېټې پورې مثالً يو زر روپۍ ورکړې او کله چې دغه نېټه پوره شي او د پور څښتن مطالبه وکړي او
مقروض ورته ووايي روپۍ نشته او د اسې وکړه چې ته دغه خپل پور په پور په ما وپلوره يعنې يو زر روپۍ په
دوه زره روپۍ پرې وپلوري تر بلې نېټې پورې په اسالم کې دغه معامله ناروا ده ځکه چې نه موبيعه موجوده
ده او نه ثمن موجود دى او دا جاهلي بيعه ده نبي کريم (ص) ممانعت ورڅخه کړى دى لکه چې حديث کې روايت
دى.
(عن ابن عمر ان النبي صلى هللا عليه وسلم نهى عن بيع الکالي با لکالي)
کالي له کال څخه دى چې د وروسته والي او تاخر په معنى ده.
يوولسم پراګراف :بيع غرر :بيغ غر ردې ته ويل کېږي چې په هغې کې عوضين( مبيعه يا ثمن ،قيمت) کې
دکوم يو مقدار او اندازه معلومه نه وي يا د مبيعي تسليمول ممکن نه وي لکه چې يو شخص پر بل باندې په هوا
مارغان يا به سمندر کې کبان يا د څاروي په ګيډه کې څاروى وپلوري.
دولسم پراګراف :بيع الحکر :حکر له احتکار څخه دى او احتکار د قلت او کمښت په معنى ده بيع حکر هغې
بيعې ته ويل کېږي چې سوداګر ار تزاقي مواد او غله د ورځې په نرخ وپيري او په خپلو ګودامونوـ کې يې
زيرمه کړي او په مارکيټ کې مصنوعي کاختي پيداکړي چې د غلي نرخ اوچت شي او بيا يې خپلې خوښې په نرخ
د پلورلو لپاره عرضه کړي او يا يې د غلي په موسم کې په ارزانه بيه واخلي او په ګودامونوـ کې يې زيرمه کړي
او کله چې موسم تير شي په ا وچت نرخ يې پلوري.
ديارلسم پراګراف :بيع مجازفة :له جزاف څخه ده چې په عربي ژبه کې اټکل او تخمنين ته ويل کېږي بيع
مجازفه داسې بيع ده چې مشتري مبيعه په اټکل سره واخلي پرته له پيمانه او تول څخه دمثال په ډول بايع ته
ووايي ستا د غنمو په دغه بوجۍ کې څومره غنم دي هغه ووايي تللې مې نه دي خو دولس منه دى مشتري ورته
ووايي ما په دولس منه درڅخه واخيسته.
مجازفة په درې شيانو کې وي يو د غنمو په بوجۍ يا جوارو ،وريجو او داسې نورو ارتزاقي موادو کې بل په
روپيو کې لکه يو سړى بل ته ووايي ماستا دغه کور ،دوکان يا ځمکه په دغه روپيو درڅخه واخيته چې زما دغه
کڅوړه کې دي او هغه يې شمېرلى نه وي دريم په مبيعه او ثمن دواړو کې مجازفة او اټکل وي.
څوارلسم پراګراف :بيع االجالب :اجالب د جلب جمع ده چې د ګټې په معنى ده .دغه بيعه داسې ده چې دغلي
جالبان له مارکيټ څخه د غلې پلورونکو ته مخې ته ورځي غله په ارزانه بيه ورڅخه پيري بيا يې يا خو په
اوچته خرڅوي او يا خو يې په ګودامونو کې زيرمه کوي کله چې اسعار اوچت شي دخلکو طلب غوښتنه زياته
شي بازار ته يې عرضه کوي او د خپلې خوښـې په نرخ يـې چـې د شريعت لـه مخې دغه ډول راکـړه ورکـړه
ممنوع ده.
پنځلسم پراګراف :بيع المضامين :بيع المضامين دې ته وايي چې د څاروي په ګيډه کې څاروى وپلورل شي
اسالم څخه د مخه په عربو کې دغه ډول تجارت هم دود وو يعنې څاروى به بچي نه وو زيږولي له زوکړي څخه
دمخه به يې سودا وشوه او وبه پلورل شو له شريعت څخه ناخبره مسلمان وګړي اوس هم دغه ډول جاهلي
تجارت کوي پداسې حال کې چې په اسالم کې دغه سوداګري ممنوع ده.
شپاړلسم پراګراف :بيع الحيوان بالحيو ان نسيئة :يو څا روى پر بل څاروي پلورل هغه داسې چې يو تن
بل ته ووايي ته ماته خپل څاروى پور راکړه زه به تاته بيا دده په بدل کې همدغه ډول څاروى درکړم هغه يې هم
ورسره قبوله کړې او سودا سره وکړي په عربو کې د اسالم څخه دمخه دغه ډول سوداګري او تجارت هم دود
وو چې د اسالم په مبارک دين کې ممنوع دى.
اوولسم پراګراف :بيع الحيوان باللحم -:په غوښه باندې د څاروي پلورل ددي دوه صورتونه دي .يوداسې
چې يوکس بل ته ووايي دري منه غوښه راکړه زه به يې په بيع کې پسه يا اوزه درکړم هغه يې ورسره قبوله
کړي او سودا سره وکړي دويم صورت يې دادى چې يوکس هغه بل کس ته وواېي زما دغه څاروى په دومره
مقدارغوښه (لس منه ،پنځه منه) ستاشو هغه يې ورسره قبوله کړي دغه ډول سودا ته نبي کريم ص دجاهليت
دزماني د قماراو جوارۍ يو ډول ويلي دي.
14
سلف ونق ٍد :داسي سودا کول چې يوکس بل څخه يوشي وپيري او ورته ووايي زه له تا ٍ اتلسم پراګراف :بيع
څخه داشي اخلم په څلور زره پدي شرط چې دوه زره درکوم اودوه زره به پور وي په جهالت کې دغه بيع هم
رواج درلود چې داسالم مبارک دين ممنوع ګرځولي.
نولسم پراګراف :بيع السنين :بيع السنين په دې معنا چې يو سوداګر د مېوې باغ د څلور کالو لپاره په
ټاکلي نرخ واخلي اود څو کلونو د مېوې قيمت د باغ مالک ته اداء کړي په داسې حال کې چې دغه ډول سودا
کول د پلورونکي او پيرودونکي دواړو لپاره زيانمن دى .د باغ د څښتن لپاره له دې امله چې هر کال قيمتونه
توپير کوي او اسعار اوچتېږي او د مشتري لپاره ځکه چې پر مېوه د افتو د رالتو احتمال وي.
شلم پراګراف :بيع الثنيا :ثنيا په دې معنا چې بائع مشتري ته ووايي دغه مبيعه په دومره در باندې پلورم
خو شرط پرې کېږدي لکه چې څاروى پرې وپلوري او ورته ووايي چې بار به پرې نه وړې او سورلۍ به پرې
نه کوې
يويشتم پراګراف :بيع السوم :که يو مشتري له بائع سره مبيعه قيمت کوي او دواړه سره توافق وکړي بل
ته روا نه ده چې ده هغه پر بيع بايع ته په هماغه مبيعه کې بيعه اوچته کړي
دوويشتم پراګراف :د تصويرونو او بتانو پلورل او پيرودل د پيشوګانو او سپيانو خرڅول او ثمن يې
(-١م ١٥څخه تر)٢٣ خوړل ممنوع دى.
درويشتم پراګراف :دغال د مال بيع :مسروقه(د غال مال) اخيستل او خرڅول قط ًع حرام دى پدې اړه نبي
کريم(ص) فرمايي من وجد عين ماله عند رج ٍل فهو احق به ويتبع البيع من باعه
ژباړه :هر چا چې خپل مال د کوم سړي سره وليده نو همغه يې ډير حقدار دى او مسروقه مال پيرودونکى او
بايدهغه سړى پيداکړي چا چې پرې خرڅ کړى وي نوکوم دوکاندار چې غالشوى مال په ارزانه بيع پيري او
هغوي ته د حقيقت علم وي نوشرعي د نقطي نظره سره ددې چې هغه ددي قيمت ورکړي وي ولي په دي مال
باندې هيڅ حق نه لري که چيرته د مال خاوند ته معلوم شي چې د هغه مال د فالني سړى سره دى نوهغه پرته د
کوم مزاحمت نه هغه وړلى شي پاتي شوه د دوکاندار د پيسوخبره چې غله ته يې ورکړي نو هغه به غل پيداکوي
اوپيسي به تري بيرته اخلي که نه نود هغه پيسي ضايع شوي.
څلورويشتم پراګراف :دمال عيب پټول:ـ عن واثلة ابن االسقع قال سمعت رسول هللا صلي هللا عليه وسالم
يقول من باع عيبا لم يتنبه لم يزل في مقت هللا او لم تزل المليکة تلعنه
ژباړه :واثله ابن االسقع نه روايت دى چې ما د نبي کريم (ص) څخه اوريدلي دي چاچې خپل عيب لرونکي مال
پرته ددې چې عيب ووايي خرڅ کړنو تل هغه د هللا تعالي په غضب کي وي يا پريښتي پري هميشه لعنت وايي
نن سبا دعيب لرونکى مال په اصل مال (ښه مال)کې داسي پټول چې د مشتري څخه د هغه عيب پټ وي ديوهنر
حيثت يي ځانته غوره کړې اوکوم سړى چې په دې کارکې مهارت لري ډيرپوه ګڼل کيږي ياکه څوک خپل څاروي
خرڅوي اومالک دهغه په اړه مکمل معلومات لري نوکه چيرته مال عيب ولري او اخيستونکي ته ونه وايي
اوخرڅ يې کړي دا فريب کاري ده او دغه بيع حرامه ده چې الندې حديث شريف دبيلګې په توګه راوړلي شوي
عـن ابـي هـريـره ان رسول هللا( ص ) مر على صبرة طعـام فادخـل يده فيها فنالت اصابعه بلالً فقال ما هذا يا
صاحــب الطعــام قــال اصـابتـه السما َء يـا رسـول اللـه قــال افـال جعـلته فـوق الطعـام کى يـراه النـاس مـن غش
فليس مني
ژباړه :له حضرت ابوهريره څخه روايت دي چې نبي کريم (ص) دغلې په يو ډيري باندي تيريده هغه (ص) په کې
الس وردننه کړ نو ګوتي مبارکي يې د نموالي احساس وکړ ويي فرمايل اى غلې واال داڅه؟هغي وويل يارسول
هللا باران شوى وو وې فرمايل چې تا دغه نم داره غله ولې پاس نه کړه ترڅوخلکو ليدلى واى بيا وفرمايل چا چې
(-٥م١٩٨څخه تر)٢٠٠ دوکه وکړه هغه له مانه نه دي
15
څلورم فصل
د تجارت د نارواوالي مواصفات
لومړى مبحث :احتکار
اسالمي فقهاوو ( قانون پوهانو) په رايه احتکار عبارت دى د خوراکي شيانو او يا له خوراکه پرته نور توکې
چې خلک ورته اړتيا ولري بندول او لوړ خرخ ته يې ساتل دي اوسنى اقتصاد پوهان يې داسې تعريفوي :د
زياتې ګتې د الس ته راوړلو په خاطر د عرضې او تقاضا په نظام واکمنۍ ته احتکار ويل کېږي او يا خو د غير
انساني اهدافو د تر السه کولو په مقصد په خپله واکمنۍ د بازاري سامان ساتل دي.
د اسالم سپېڅلي دين د احتکار له ټولو ډولونو څخه دخلکو مخه نيولې ده امام قاضي ابو يوسف وايي دهر هغه
شي بندول او په خپله قبضه کې ساتل چې خلکو ته زيان رسوي احتکار ګڼل کېږي اګر که سره زر اويا جامې
وي.
له دې امله چې په احتکار کې د سوداګرۍ او صنعت ازادي له منځه ځي د خلکو په وړاندې د رزق او روزۍ
دروازې بندېږي الزمه ده چې خلک کار وکړي .او روزي تر السه کړي په همدې توګه د احتکار په وسيله د
روا سيالۍ او رقابت روح چې د ښه سامان د جوړولو ا و د توليد د پرمختګ المل ګرځي وژل کېږي.
د احتکار عيبونهـ او نيمګړتياوې:ـ
الف :د برابرې سيالۍ په سيوري کې د خپل عادي حالت څخه د شيانو او خدماتو د نرخ لوړېدل
ب :د خامو موادو او مصنوعاتو په نرخونو واکمني چې دغه کار د اقتصادي لويو کتلو په شکل څرګندېږي په
اقتصادي تاريخ کې د ترست او کارتل په نوم شهرت لري.
ج :فني ابعاد په خپل حال پاتې کېږي ځکه چې برابر سيالي له منځه تللي له همدې کبله توليد په خپل حال
پايښت مومي.
د :په ډېرو وختونو کې توليد د کميت اوکيفيت په لحاظ لږ کېږي
چې دغه کار د ډېرو کارګرانو د وزګارتيا المل ګرځي.
هـ :د خلکو ضرورتونه په پوره توګه نه ترسره کېږي.
و :د ولسونو ذلت او د ژوند په بېالبېلو وسايلو يې د ګوتو په شمېر خلکو واکمني وي .تردې پورې چې ځينې
احتکار کوونکي اشخاص خپلو انحصاري اهدافو ته درسېدو پخاطر زيات توليد شوى سامان له دې کبله له
منځه وړي چې ساتنه يې د لوړ لګښت غوښتنه کوي .د بلې خوا ډېر محتکرين د خامو موادو د نرخونو په
راټيټولو کې مهم رول ادا کوي هغه خام لومړني مواد چې مخ په ودې هېوادونه يې په توليد بخت وي.
احتکار په اړه نبوي احاديث :د احتکار د ناروا والي په اړه ډېر زيات نبوي احاديث دي چې د دې جملې څخه
يو څو په الندې ډول دي.
امام ابو داود ترمذي او امام مسلم (رح) دغه روايت نقل کړى چې دى (( ان النبي صلى اهللا عليه وسلم .1
قال من احتکر فهو خاطئي)) يعنې هر هغه څوک چې په احتکار الس پورې کړي ګناهګار دى
امام احمد ،حاکم ،ابن ابي شيبه او بزار دغه روايت نقل کړى (( النبي صلى هللا عليه وسلم قال من .2
احتکر الطعام اربعين ليلة فقد برئ من هللا وبرئ هللا منه ))
يعنې هر هغه څوک چې د خوراک شيان څلوېښت شپې د احتکار په نيت وساتي بېشکه دغه سړى د هللا جل
جالله څخه بېزار او هللا (ج) له ده څخه بېزار دى.
په همدې توګه رزين (رح) د خپلو احاديثو په مجموعه کې دغه روايت نقل کړى چې پيغمبر صلى هللا .3
ويلي دي (( بئس العبدا المحتکران سمع بر خص ساه وان سمع بغالء فرح)) يعنې محتکر شخص بد ترين
انسان دى محتکر بنده چې ارزاني واوري پرې خفه کېږي او که د نرخونو لوړېدل واوري خوشحالېږي
ابن ماجه او حاکم د ابن عمر (رض) څخه روايت نقل کړى دى چې په يقيني توګه پيغمبر صلى هللا عليه .4
وسلم ويلي دي ( الجالب مرزوق وا ملحتکر ملعون ) يعنې هغه څوک چې بازار ته د خوراک شيان را غواړي
هغه ته رزق ورکول کېږي او محتکر سړى ملعون دى
امام شو کاني (رح) په پورتنيو روايتونو د تبصرې په صورت کې داسې ويلي دي ( په دې کې خو هيڅ شک
نشته چې نبوي مبارکې ګنې ويناوي د احتکار په ناروا توب داللت کوي د هللا د پيغمبر وينا دغه برخه چې
محتکر ګنهګار دى داحتکار په حراموالي کفايت کوي.
اوس پوښتنه داده چې احتکار څه وخت ناروا دى ؟ احتکار په دې صورت کې ناروا ګرځي چې درې شرطونه په
کې رامنځته شي.
16
الف :چې ذخيره شوى مال يې د خپل ځان او کورنۍ له ضرورته د يو کال په اندازه زيات وي دا ځکه چې
پيغمبر صلى هللا عليه وسلم په دخپلې کورنۍ د لګښت لپاره د يو کال خرڅ ذخيره کاوه
ب :دغې خبرې ته انتظار ويستل چې کله په د سامان نرخ ښه لوړ شي په داسې حال کې چې خلک ورته دېر
سخت ضرورت محسوس کړي.
ج :چې د مال ذخيره کول په داسې وخت کې رامنځته شي چې خلک خوراکي موادو او جامو ته ډېر اړ وي.
(-٣م ١٩٣څخه تر)١٩٧
17
يعنې :بېشکه ستاسې وينې ،مالونه او ستاسې پت اوعزت يو پربل داسې حرام دى لکه ددې ورځې حرمت په
دې مياشت او ستاسې په دې ښار کې.
د غصب شوي مال څخه د ګټې اخستنې حرمت:
له غصب شوي مال څخه په هيڅ صورت ګټه اخيستل روا نه دي که چېرته يې په سوداګرۍ اچولى ؤ بېرته يې
خپل څښتن ته سپارل ضروري دي.
برابره خبره ده چې له خپلې شتمنۍ سره يې يو ځاى کړې وي او که په جال توګه يې ساتلي وي که چېرې مال له
منځه والړ غاصب به يې مثل او يا قيمت ورکوي برابره خبره ده چې د ده په کړنې سره برباد شوى وي او که بل
چا په وسيله هر چا چې خپله شتمني له يو چا سره وموندله نو هم دى يې حقدار دى اما ابو داود او نسايي دغه
روايت نقل کړى دى.
( ان النبي صلى هللا عليه وسلم قال من وجد عين ماله عند رجل فهو احق به ويتبع البيع من باعه)
ژپاړه :پيغمبر صلى هللا عليه وسلم فرمايلي دي :چې هر څوک خپل مال له يو سړي سره ومومي دى يې حقدار
دى او مشتري به له بايع څخه خپل تاوان واخلي.
څوک چې په غصب شوي ځمکه کې په کرنه الس پورې کړي نو کښت يې د ځمکې د څښتن دى.
او د غاصب لپاره دکرنې لګښت او مصرف دغه په دې شرط چې کښت رېبل شوى نه وي هر کله چې کښت
ورېبل شي بيا د ځمکې د څښتن لپاره د ځمکې د اجارې پرته بل څه نشته که چېرته يې په مغصوبه ځمکه کې
نيالګي کرلي وي ويستل يې ضروري دي په همدې توګه يې که چېرته په کې ابادي کړې وه هم الزمه ده چې
ونړول شي.
پيغمبر صلى هللا عليه وسلم په دې هکله دخپل نبوي فرمان په ترڅ کې فرمايلي دي
( من زرع في ارض قوم بغير اذنهم فليس من الزرع شئ وله نفقته )
يعنې :هر چا چې بل چا په ځمکه کې د هغوى له اجازې پرته کښت په کرلو الس پورې کړ نو په کښت کې هيڅ
برخه نشته البته د ده لپاره دلګښت حق شته په هر حال د فقهى کتابونو دغصب احکام په پوره توګه بيان کړي
(-٣م ١٨٦څخه تر)١٨٨ دي موږ هم د غصب سزا څرګنده کړې ده
18
د خيانت شرعي حکم :په دې هکله ګڼ حديثونه راغلي دي چې موږ ته خيانت کې د شريعت حکم څرګندوي
موږ دلته يواځې دخيانت په اقتصادي ډګر ټينګار کوو پيغمبر صلى هللا عليه وسلم فرمايلي دي ( من حمل علينا
السالح فليس منا ومن غش فليس منا)
يعنې :چا چې پرموږ وسله را پورته کړه له موږ څخه نه دى هر يو څوک چې له موږ سره خيانت او دوکه
وکړي له موږ څخه نه دي.
په همدې ډول په يو بل روايت کې راغلي دي ( ومن باع عيبا ولم يبينه لم يزل في مقت هللا ولم تزل المال ئکة
تلعنه)
يعنې :هر چاچې يو شى له عيبه سره خرڅ کړ او هغه عيب يې څرګند نه کړ د تل لپاره به د هللا په لعنت اخته او
تل به پريښتې پرې لعنت وايي.
د خيانت او ټګۍ شکلونه:ـ د ټګۍ د اشکالو څخه په تول کې کموالى ،سامان په اخيستلو د مشتري تيزول د
خرڅون په خاطر د اوښې دغوالنځې ډکه پرېښودل او نه يې لوشل له بانډو او اطرافو څخه ښار ته دسامان
راوړونکو پسې الرې ته ورتلل او ورته ويل چې پرمايې خرڅه کړه په همدې ډول د بانډچي لپاره د ښاري سړي
بيه او هغه ته دوکه ورکول اوداسې نور
نبي کريم صلى هللا عليه وسلم د خپل يو فرمان په ترڅ کې فرمايلي دي ( التلقو الرکبان واليبيع بعضکم على
بعض وال تناجشو اواليبيع حاضر لباد)
يعنې :تاسې له سپرو خلکو سره مه مخامخ کېږۍ يعنې ( مخې ته مه ورځئ) او ستاسې ځينې دې د ځينو نورو
په بيې بيه نه کوي او تاسې يو پر بل تيزول مه کوئ حاضر سړى (ښاري) دى د بانډچي لپاره په خرڅون الس
(-٣م ١٨٠څخه تر)١٨٨ نه پورې کوي.
20
مومن مسلمان ته روا نه ده چې دغال ما ل په داسې حال کې په بيه واخلي چې ده ته ښه معلوم وي چې د غال دې
دغه کار داسې چارې ته ورته دى چې يو سامان په بيه واخلي او څښتن يې نه وي او همدارنګه د دغه کار
ترسره کول له ګناه او تيري سره مرسته کول دي امام بيهقي (رح) يو روايت نقل کړى دى چې ( ان رسول هللا
قال من اشترى سرقة وهويعلم انها سرقة فقد اشترک في اثمها وعارها)
يعنې :بېشکه پيغمبر صلى هللا عليه وسلم فرمايلي دي :هر چا چې د غال مال په داسې حال کې په بيه واخيست
چې ده ته معلومه ؤ چې دغه د غال مال دى نو په يقيني توګه يې په ګناه او شرم دواړو کې برخه واخيسته
(-٣م ١٨٥څخه تر)١٨٦
21
د رشوت دحرمت په هکله نبوي څرګند فرمانونه موجود دي امام ابوداؤد د حضرت ابي هريره (رض) په روايت
د پيغمبر (ص) دغه وينا نقل کړى ده.
( لعنة هللا على الراشي والمرتشي في الحکم )
يعنې د هللا تعالى لعنت دې وي په رشوت ورکونکي او په پرېکړه کولو کې په رشوت اخيستونکي په همدې توګه
امام ترمذي (رح) د حضرت عبدهللا بن عمرو په روايت د پيغمبر (ص) دغه وينا نقل کړى ده (لعنة هللا على
الراشي والمرتشى)
يعنې :د هللا لعنت دې وي په رشوت ورکونکي او اخستونکي امام احمد (رح) د حضرت ثوبان رضي هللا عنه په
روايت د رسول هللا صلى هللا عليه وسلم وينا نقل کړې ده.
(لعن رسول هللا صلى هللا عليه وسلم على الراشي والمرتشي والمرائش بينهما)
يعنې :رسول هللا صلى هللا عليه وسلم لعنت ويلى دى په رشوت ورکوونکي اواخيستونکي د دواړو ترمنځ په
ګرځېدونکي.
د پورتنيو داليلو پر اساس هر هغه شتمني چې د رشوت له الرې تر السه شوى وي حرام مال بلل کېږي ال زمه
ده چې دغه مال مصادره شي او په بيت المال کې کېښودل شي دا ځکه چې دغه مال په ناروا الره ترالسه هغه
چا ته سزا ورکول په کار دي چې چا اخيستې ،چا ورکړى او چا د دوى ترمنځ د منځګړي رول ادا کړى دى.
(-٣م ١٩١څخه تر)١٩٣
22
نتيجه
دحالل مال ګټل په اسالم کې دومره ارزښت لري چې هللا تعالى خپل پېغمبرانو ته له حالل خوړلو وروسته په
عبادت امر کوي دتجارت کليمه په قرآن کريم ٩ځايه د ستاينې او مننې په تعبير کې ذکر شوى دى تجارت ته
هڅول د پېغمبرانو او صالحو ديني برجسته عالمانو او مجتهدينو په ژوند کې ليدل شوى دى مفت خوري او
تواکل له اسباو نه استفاده پر اسالم هغه تور دى چې له نا پوهو ديندارانو له وچو مغزو څخه وتى دى .
واقعيت دا دى چې مسلمانان نن د نړۍ په کچه د سيالۍ په ډېرو ډګرونو کې شاته پاتې دي علت يې د اسالم
نه نا خبري اوياددين نه ناسم برداشت دى چې مسلمانان يې له دې ناورين سره مخ کړي دي .
ګورو چې نړې ال بيده وه چې په اسالم کې د تجار ت فضيلت او غوره والى ،روا اونارواالرې د پرمختګ اوپه
شا تګ اسباب يې د دين په متن يعنې نبوي احاديث او قرآن کريم کې موجود وو دمضاربت مشارکت اجارې ،
مزارعت او صنعت هغه سيستمونه چې اوس پرې ډېر ټينګار کېږي او د اقتصادي پر مختياوو اساس ګڼل کېږي
اسالم پرې ١٤٠٠کاله پخوا رڼا آچولې وه او اصول او آرونه يې په کره او پخه بڼه يې وړاندې کړي وو که په
دې نصوصو کې غور شوى واى او مسلمانان په سمه تو ګه دغو موضوعاتو ته انکشاف ورکړى واى همغسې
چې هللا تعالى دوې ته د خير سرچينه يا "خير امة "ويلې وو نن به د نړې ټوله ښېګڼه به بشريت ته د دوې
دالرې په ډېره عادالنه بڼه تامينيده زه هم له هغو ځوانانو نه يم چې د خپل ولس په در په درۍ او فقر کړيږي او
غيرت ورته ورځي چې ولې مسلمانان دومره فقير او ناداره شول چې پتمنې کونډې يې ال په الرو کوڅوکې له
سمو او ناسمو خلکو نه خيرات ټولوي او خپل ژوند پرې تامينوي نو ځکه دغه ليکنه مې د قدرمن استاد پوهنيار
شمس االسالم شمس (صافي ) په الر ښوونه پيل او پاى ته ورسوو په دې هيله چې په راتلونکي کې همدغه
حقوقي پروسې ته دوام ورکړم چې په دغه ډګر کې خپل ولس د نړۍ له سياالنو سره سيال کړم .
والسالم
په درنښت
23
ماخذونه
-١احمدزى ،زاهدى ((دتجارت اسالمي قانون)) ،اميرکروړکتابتون ١٣٨٢ ،هـ لمريز
-٢احمدزى،زاهدى ((اسالمي اقتصاداوغربت)) ١٣٨١ ،هـ لمريز
-٣استاددوکتورمحمودالخطيب((داسالمي اقتصاداساسات)) ژباړن :پوهندوى مولوي محمدشريف رحماني ١٣٨٨
هـ لمريز
-٤نجيمى ،بشيرهللا ((دمعاصراسالمي اقتصادپيژندنه)) ،دالقلم دژباړي اوڅيړني خپرندويه اداره ١٣٨٨ ،هـ
لمريز
-٥کيالني ،فضيلة الشيخ موالناعبدالرحمن ((احکام تجارت اورلين دين کے مسايل)) ،مکتبة االسالم ،فروري
٢٠٠٦م
-٦القرضاوي ،عالمه يوسف(( اسالم مـين حالل وحرام ))،ژباړن :شمس پيرزاده ،مکتبه اسالميه
-٧کندهاري،محمدنادرايوبي((حقوق)) ،صحاف نشراتي موسسه ،الهور ١٤٢٧هـ قمري
-٨انټرنيټ ايکسپلورر
24