You are on page 1of 3

‫ونې نه کرو‪ ،‬څوک پړه دي؟(نظر وركړئ)‬

‫قرآن کریم چې ځای ځای د ونو او باغونو یادونه کوي او د جنت‬


‫په صفت او ستاینه کې هم فرمایي چې باغونه به وي او رنګ‬
‫رنګ میوې به وي‪ ،‬نو ددې نه هم به څرګنده معلومیږي چې ونې‪،‬‬
‫باغونه او ځنګلونه د انساني ژوند سره څومره تړاو لري‪.‬‬
‫د اسالم ستر پیغمبر صلی هللا علیه وسلم په یوه مبارک حدیث کې‬
‫چې امام مسلم او امام ترمذي دواړو روایت کړی دی فرمایي‪( :‬ما‬
‫من مسلم یغرس غرسًا إال کان ما أکل منه له صدقة) هرمسلمان چې‬
‫ونه وکري او میوه ترې وخوړل شي نو هغه به دده لپاره صدقه‬
‫وي‪.‬‬
‫بل حدیث کې چې امام احمد (رح) په خپل مسند کې روایت کړی‬
‫دی فرمایي ( إن قامت الساعة وبید أحدکم فسیلة فإن استطاع أن ال‬
‫یقوم حتی یغرسها فلیفعل ) که چیرې قیامت قایم شي او ستاسې د‬
‫کوم یوه په الس کې بوټی وي اود کرلو فرصت ومومي‪ ،‬هغه دې‬
‫وکري‪.‬‬
‫کله به هم چې د مسلمانانو لښکر کوم لور ته د جګړې لپاره سفر‬
‫کاوه‪ ،‬نو رسول هللا صلی هللا علیه وسلم او نورو خلفاوو به ورته‬
‫توصیه کوله چې…‪ .‬شنه ونه او کرونده به لمنځه نه وړې‪.‬‬
‫یوه ورور چې څه وخت وړاندې اردن عربي هیواد ته په سفر تللی‬
‫وو‪ ،‬خبره کوله چې مونږ د اردن او اسرائیلو ترمینځ پوله باندې‬
‫ګرځیدو‪ ،‬یو سیند یې ترمینځ بهیده‪ ،‬د سیند نه پورې غاړه ( د‬
‫اسرائیلو په خاوره) داسې باغونه او ځنګلونه وو چې انسان به‬
‫ورته هک پک شوو خو د سیند هن دېخواته په اردن کې بیا ځای‬
‫ځای ونې وې خو ځمکه زیاتره لغړه وه‪.‬‬
‫قرآن کریم هم مومنانو ته په جایزه کې د ونو باغونه ورکوي‪،‬‬
‫پیغمبر صلی هللا علیه وسلم هم د ونو په کرلو او ساتلو ټینګار‬
‫کوي‪ ،‬اسالم هم د ونو کرل صدقه ګڼي‪ ،‬نو مسلمانان یې ولې نه‬
‫کري؟؟‬
‫ولې د نامسلمانو خلکو هیوادونه شنه ځنګلونه لري خو د‬
‫مسلمانانو هیوادونه بیا وچ او لغړ پاتې وي؟‬
‫آیا پدې کې د حکومتونو ترڅنګ دیني ډلې او شخصیتونه پړه ندي‬
‫چې خلک په دغه قضیه سم وپوهوي؟‬
‫ولې زمونږ خلک په نوروز کې د ثواب په نیت بلخ او مزار ته ځي‬
‫چې ټول سفر یې ورته ګناه حسابیږي خو د ونو په کرلو مصرف‬
‫نه کوي چې صدقه او ثواب دی؟ ولې دیني عالمان د منبرونو له‬
‫الرې خلک نه هڅوي چې د ونو په کرلو سره دغه موجوده ککړ‬
‫چاپیر یال او ناپاکه هوا پاکه کړي؟ ولې طبیبان‪ ،‬روغتیاپال او‬
‫ډاکتران د عامه رسنیو له الرې خلک د ونو د کمښت به زیانونو‬
‫نه پوهوي؟‬
‫که هغه په ملیونونو ډالره چې په کلني ډول یې افغانان په بهرنیو‬
‫هیوادونو کې د خپلو ناروغانو په درملنه لګوي‪ ،‬وار دمخه د ونو‬
‫او ځنګلونو په کرلو او ساتلو ولګوو‪ ،‬د ناروغیو کچه به مو کمه‬
‫نشي؟‬
‫ستاسې په اند د ونو او ځنګلونو کرلو په اړه دغه موجوده بې‬
‫تفاوتي ولې موجوده ده؟‬
‫د پاکستان پنجاب ایالت ګوجرانواله ښار کې یوه سړي (میا محمد‬
‫یوسف) په یوه ورځ کې په یوازې ځان د ‪ ۱۵۱۷۰‬ونو د کرلو‬
‫نړیوال ریکارډ جوړ کړ‪ ،‬زمونږ په هیواد کې ولې دغه راز اتالن‬
‫نه پیدا کیږي؟‬
‫تا څومره ونې او بوټي کرلي او پدې اړه دې د عامه پوهاوي په‬
‫اړه څه کړي دي؟؟‬
‫تاسې پکې څه وایاست؟؟‬

You might also like