Professional Documents
Culture Documents
د مومپليو د توليد علمي كړندلارې
د مومپليو د توليد علمي كړندلارې
رحمت سپیڅلی
24.07.2008
موم پلی ډیر زیات استعمال کیدای شی چه په الندی ډول خالصه کیږی
.1له موم پلیو څخه په زیاته پیمانه تیل باسی چه د خوراک لپاره استعمالیږی
.2له موم پلیو څخه غوښه او سندويچونه جوړيږي
.3د مومپليوکوچ زيات شهرت لري
.4وچ پلی ئی د بادامو په شکل استعمالول چه له مالگی سره لړل کیږی
.5د موم پلیو چاکلیټ هم نوم لری
. 6په تازه شکل د دی بوټی او پلیو استعمال د حیواناتو د خوراک لپاره ,اود وچو وښو په ډول استعمالیږی
. 7روغني رنګ د تعميراتواو دروازو لپاره اوهمداراز د بوټا نو رنگ هم ورنه جوړيږي .
موم پلی له 30 – 25فیصدو پوری پروتیني مواد او له 48 – 40فیصدو پوری تیل ( غوړی) لری موم پلی د cystineپه
نامه امینواسید لری چه د حیواناتو د ودی لپاره ډیر اغیز من دی او همدا راز موم پلی ډیر فاسفورس لرونکی مواد او ډیره
ښه سر چینه د ویتامینونو ,تیامین ,رایبوفلوین او نیا سین ده د موم پلیو په هر گرام کی 9.6مایکرو گرامه ويتامینونه شته.
موم پلی د کرنیز نوبت په شکل هم کرل کیزی چه د ځمکی حاصلخیزی لوړوی ځکه د دی نبات ریښی د نایتروفيکيشن
عملیی په اساس چه د هوا نایتروجن ځمکی ته د ریښو له الری جوړوی چه له همدی نایتروجن څخه ورستنی نبات او په
خپله د موم پلیو نبات استفاده کوی چه د یوی سپینی غوټی په جوړیدو سره په ریښه کی راڅرگندیزی.
ناډ یول هغه غوټه غوندی دانی ددی بوټی په ریښوكی را څرگندیږی چه رنگ ئی سپین ده او وظیفه ئی د نایتروجن جوړول
دي چه د نبات او د ځمکی د گټی اخيستلو لپاره استفاده كيږي چه د نایتروفیکشن عملیی په ذريعه د هوا نایتروجن بوټي ته
رسوي او ورنه گټه او استفاده کوی.
موم پلیو ته ۱۶۵درجي سانتي ګريده حرارت د 90دقيقو لپاره ورکول کیږی او د هایدرو لیک ماشین په ذریعه څرنگه چه د
یوی سړی هوا په فشار د هغوي غوړی ویستل کیږی او ورسته د هغوی غوړی چڼ او صاف کیږی تر څو ټول خیرن مواد
ورنه لری شی هغه اضافی مواد د کنجاړی په شکل د حیواناتو د خوراک لپاره استعمالیږی
د یو ټن پاک موم پلیو سره د پوټکيو نه ۲۴۱كيلو غوړی ۳۷۳كيلو کنجاړه او ۲۹۵كيلو د موم پلیو پوټکی الس ته راځی.
د موم پلیو بوټانیکی څرگندونی :
موم پلی د Leguminaceaیا پلیدارو په فامیل او د Arachis hypogaeaپه جینس او نوع پوری تړلی او اړه لری .دا په
حقیقت کی د پلیدارو د جملی څخه شمیرل کیږی په ابتدا کی دا نبات چا نه پیژانده او د دی نبات 15وحشی ډولونه چه دا
وسنیو موم پلیو سره نژدی والی لری په جنوبی امریکا کی پیدا کیده موم پلی لنډو ورځوته اړتیا لری يعني لږ لمر ته اړتيا
لري موم پلی خپله میوه د آلوگانو په شکل د خپلو ریښو سره جوړوی او دا نبات د ودی په وخت کی د رشقی د بوټی په
شکل معلومیږی او میوه ئی در ریښو په سر کی د ځمکی په پاسنی برخه کی د وښكالي په شكل جوړوی او تر خاوری
الندی وی د دی بوټی ساقه پورته ځی او یو کلن موسمي بوټی دی دوه ډوله موم پلی شته یو ډول ئی په ځمکه كی خپریږی
او غزیږی خو بل ډول ئی پورته جگیږی او څانگی ئي پورته وی -پاڼی ئی مرکبه خو دوه وړی جوړه پاڼی لری .هغه نوع
چه بوټی ئی خپریږی خپله میوه هم د خپریدلو ریښو سره د ځمکی الندی جوړوی.
موم پلی اصلی اوږده ریښه چه د Tap Rootپه نامه یادیږی لری چه د دی په څنگ کی جانبی فرعی ريښي هم جوړوی او
په ځمکی کی د ]څو انچو په اندازه ننوځی -اکثرآ ریښی نادیولونه جوړوی خو د ويښتو په ډول وړی نوی ریښی کمی لری.
گل همیشه د ساقی د جانبی څانگو په زاویه کی تشکیلوی چه د ځمکی نه الندی یا باندی موقعیت لری چه دا گلونه منفردانه یا
دو ښکالی په ډول جوړیږی چه عمومآ 3گله وی
د موم پلیو گل کله کله د ځمکی الندی په خاوره کی هم جوړیږ ی خو ډیر کم لیدل شوی خو په عامه توگه گلونه ئی نژدی
خاوری ته د ځمکی په سر جوړیږی او وروسته ا لقاح شوی ( ) pi gیا
میوه په ځمکه کی ننوځی او خپله نمو او میوی ته پراختیا ورکوی .
د موم پلیو کاسبرگ وږد مخروطي شکله تیوب لری چه پنځه د کاسبرگ څوکی لری چه وروسته القاح شوي تخمدان او pig
په ځمکه ننوځی چه په آخركي په موم پلی بدلیږی د موم پلیو گالن مکمل ( )perfectگالن لری چه د القاح خودی په ډول
تکثیر او میوه جوړوی کله کله آزاده القاح هم پکشی لیدل شوی ده – گالن ئی ژیړ او کریمی دی او په انواعو پوری اړه
لری د موم پلیو په پلي كي ۳-۱دانی وی چه د یوه قشر په ذریعه پوښ شوی دی د موم پلیو پلی – سره چک ،خرمائی،
پریړ ،یا قهوی رنگ لری بعضی اوقات تور یا برگ وی.
هغه ډول چه په ځمکه خیریږی تخم ئی د استراحت مودی ته اړتیا لری چه موده ئی حتی تر دوه کلو نو پوری رسیږی خو
بعضی انواع هم شته چه د استراحت دوره ئی لڼډه ده چه د 210- 100ورځو پوری اړتیا لری بعضی انواع هم شته چه د
استراحت موده ئی له 50 – 9ورځو پوری ده او دا هسپا نیوی ډولونه دی.موم پلی خپل نموئی قدرت تر 6کاله پوری ساتی
شی په شرط د دی چه په مناسب شرایط او حالت کی وساتل شی .
امریکائی موم پلي( )peanutپه څلورو صنفونو باندی ویشل شویدی چه د ورجینیا ډول یا ( خپریدونکی او د موټی په شان)
غزیدونکی ډول هسپانوی ډول ( د موټی په شان چه څانگی لری) او والنسیا ډولونه دی.
ارجینیا ډوله شين تیز رنگ ،اوږده پلی او غټ زړی لری ( 500دانی په یوه پوند کی ) قهوی او نصواری پوټکی لری.
اکثر هرپلی له 4 -3دانی لری او دا ډول په ورجینیا او د امریکا په جنوب شرق کی کرل کیږی دا ډول له 140 -135ورځو
پوری پخیږی .
غزیدونکی ډول له 150 – 130ورځو پوری پخیږی او دا ډیر زیات زړی لری چه په یوه پوند کی 700دانی موجود دی.
هسپانیوی ډول عمودی اومستقيمه نمو لری او قهوی رنگه پوټکی لری چه په تکساس کی زیات کرل کیږی د دی ډول موم
پلیو تخم اوپلی واړه دی د دی ډول زړی په یوه پوند کی له 1400 -1000دانو پوری شمارل شویدی.
د والنیسیا ډوله مومپليو خاصيت د ډیرو پلیو نیول دی او په هرپلی کی له 4-3دانو پوری پکښی وی ډيري فرعي څانگی د
دی نوعی له خاصیت څخه هم گڼل کیږی .دا ډول مستقیمه او عمودی نمو لری او د پاڼو رنگ ئي توري او شنی دی تخمونه
یا زړی ئی اوږده یا لڼډ اماد قشر رنگ ئی گالبی -سور -قهوی یا نصواری وی دا دومره مهمه صنف ندی
کرنیز نوبت:
موم پلی همیشه د پلیو په خاطر کرل کیږی او په آخر کی د هغه بوټی ټول لو کیږی چه واښه ئی د څارویو لپاره استعمالیږی
نو په ځمکه کی هيڅ نه پاتی کیږی او ځمکه سپیره او ضعیفه کیږی چه وروسته هر نبات ورباندی وکرل شی حاصل به ئی
کم وی او دا الندی دالئل دی
.1په عامه توگه په موم پلیو کی سره ډیره کمه اچول کیږی .
.2د بوټی هيڅ بقایا په ځمکه کی نه پاتی کیږی ځکه واښه ئی د څارویو د خوراک لپاره خوړل کیږی.
.3موم پلي په جویه او پشته کی کرل کیږی نو قطارونه پاک وی او هغه کم بقایا( پاتيشوني) ډیر ژر تجزیه کیږی.
.4د خاوری سر لوڅ او بر بڼډ د ژمی په فصل کی پاتی کیږی.
نوکه چیری د ژمی په موسم کی د پلیدارو ژمنی محصول وکرل شی کیدای شی د ځمکی حاصلخیزی لوړه کړی دا الندی
کرنیز نوبت د موم پلیو لپاره استعمالیږی.
کیماوی سره-:
موم پلی دا قدرت لری چه هغه عضوی بقایا چه مخکنی فصل ورنه استفاده نه وی کړی دا نبات ئی واخلی -او موم پلی په
ډیره حاصلخیزه ځمکه کی کیماوی سری ته ضرورت نه لری ځکه د موم پلیو هغه ریښه چه ورته PIGوائی او وروسته په
میوه بدلیږی ددی قدرت لری چه غذائي مواد ځمکی څخه واخلی .موم پلی په ریگ زاره ځمکه کی ډیره ښه نتیجه او حاصل
ورکوی موم پلی ډیر زیات پوتاشیم لرونکی سری ته اړتیا لری خو د توجه وړ اندازه فاسفورس لرونکی سری ته هم اړتیا
شته خو له 20-12کیلو نایتروجن داری سری ته په یوه هکتارکی په استثنا د ضعیفی خاوری استعمالیږی کله کله هغه
ځمکه چه شوره زاره وی نو د آهکو اضافه کول ورته گټه کوی ځکه کلسیم ډیر زیات لری او موم پلی د کلسیم عنصر ته هم
اړتیا لری کلسیمی مواد د پودرو په شکل د بوټی د پاسه هم اچول کیږی د مولیبد نیم عنصر ته هم کله کله اړتیا پیدا کیږی د
مسو مناسبه اندازه پوډرواستعمال د موم پلیو دانی له گونځی کیدو څخه ساتی .
موم پلی اکثرآ د پاڼو د دا غونو مرض چه سر کوسپورا cercospora leaf spotنومیږی زیات زیان من کیږی او دا
C.personata , Mycosphaerella archidicolaپه فنگسو باندی اغیز Cercospora archidicolaیا د
من کیږی د پاڼو د داغونو مرض په پاڼو کی نصواری رنگه ټپی را څرگندیږی او په نمجنه هوا کی د دی مرض خپریدل
زیات وی او پاڼی ژیړیږی چه وروسته پاڼی غورځی او دا مرض د موم پلیو واښه کموی اوڅارويو ته د خوندوړ نه وی -دا
مرض د سلفرود پوډروپه شيندلو سره مخنیوی کیدای شی او له 15 -20کیلو پوډر په یو هکتار یا 3-4کیلو پوډر په یو
جریب کی سپارښتنه کیږی او همداراز د مس لرونکو موادو پوډر هم د دی مرض مخه نیوالی شی
کله کله د بوټی ساقه یا ونه او د موم پلیو انکشافی برخه چه بچی اچوی خوسا کیږی چه د امرض د یوفنگس په ذریعه چه
Sclerotium rolfsiiنومیږی زیان من کوي چه د زراعتی عملیاتو او نوبتونو په ذریعه کنترول کیږی .
د موم پلیو د تخم دخوسا کیدلو مرض او د بوټی د آتشک یا سوزیدلو مرض د تخم په تداوی کولواو په دوا باندی لړلو سره
مخنیوی کیدای شی نور مرضونو چه چار کول راټ ،رایزوکتونیا
او د زړیو پوپنکونه هم لیدل شوی دی.
د موم پلیو گونگټی یا حشری-:
د پاڼو شنه ملخان ،غوباړی ،د جوارو د شوټو چینجی ،د تنباکو واړه نری چینجی یا تریپیس ،سپین حاشیه داره غو باړی،
سپږی ،لښكري مور ،او د جوارو د ریښو چینجی دی چه د خزندو دكنترول درملود شیندلو په ذریعه مخنیوای کیدای شي .
ايكاردا په ۲۰۰۵- ۲۰۰۳كلونو كي په هلمند،كندز او ننګرهار كي ۱۷نمايشي قطعي په موم پليو باندي نيولي چه نتيجه ئي
ښه ده او غواړو چه دا فصل ته پراختيا وركړو .دايكاردا دماهرينو ددرپوټ په اساس چه د هلمند دبزګرانو څخه يي الس ته
راوړي وه په ۲۰۰۳كال كي په هلمند كي ۲۰۰۰ټنه موم پلي توليد شوي وه خو ماركيت نلري لدي معلوميږي چه دا فصل
زمونږ په هيواد كي ښه حاصل وركوي .اصالح شوي نوع په دي سيمو كي ورجينيا نوميږي