Professional Documents
Culture Documents
د سي وي لیکلو لارښود
د سي وي لیکلو لارښود
CV WRITING GUIDE
A definitive guide to writing the perfect
Cover Letter,
Curriculum Vitae
And Résumé.
+
د يس وي
معیـاري
بڼــــه
+
ستاسو د پوښتنو
ځوابونه
شاه محمد:لیکونکی
@shahmshakir
د يس وي لیکلو الرښود
CV WRITING GUIDE
A definitive guide to writing the perfect
Cover Letter, Curriculum Vitae & Résumé.
شاه محمد:لیکونکی
سریزه
یوه ورځ مي په فیسبوک کي د کتابتون په ګروپ کي د یو ملګري پر پوسټ سترګي ولګیدې ،چي د
سي وي د فایل سره یي لیکلي وو چي یوه ډیره ښه سي وي مي پیدا کړې ده ،که تاسو یي د
مایکروسافټ ورډ بڼه غواړئ نو د تبصرې په برخه کي خپل بریښنالیکونه ولیکئ .کله چي ما هغه سي
وي وکتله ،نو که ریښتیا ووایم خوښه مي نه شوه ،او چي د تبصرو برخه مي وکتله په ۷ساعتونو کي
شاوخوا ۰۸۸ملګرو خپل بریښنالیکونه لیکلي وو او د هغې سي وي غوښتنه یي کړې وه .وروسته مي
د هغه پوسټ په اړه یوه وړه لیکنه ولیکله ،چي د سي په اړه مي هم یو څو مهم او لنډ ټکي پکي ولیکالو
دا مي هم ورسره لیکلي وو ،هر کله چي تاسو د نورو ملګرو سره مواد یا مالومات شریکوئ نو داسي
مواد او مالومات شریکوئ چي معیاري او ګټوروي ،او په ګروپ کي مي پوسټ کړه .د هغه پوسټ د
تاییدولو لپاره مي د ګروپ مشر پازوال (ښاغلي افغان ساالر) ته پیغام ولیکلو او ورته ومي ویل چي که
لیکنه د ګروپ د ګډونوالو په ګټه وي نو تایید یي کړه چي خپره شي .خو ساالر صیب وویل” :انتقاد ښه
نه وی ،او په ګروپ کي د ملګرو د خفګان سبب کیږي.هغه وویل چي د انتقاد په وخت کي تاسو باید د
ګروپ ګډونوالو ته یو بدیل وړاندي کړئ ،که ستاسو نه خفه کیږئ نو ددغه لیکني نه به تیر شو او تاسو
که وخت لرئ د سي وي یوه غوره بڼه جوړه کړئ او بیا به یي په ګروپ کي نشر کړو“ .د ساالر
صیب دغه خبري زما هم خوښي شوي .او هغه ته مي وویل چي سمه ده زه به ورباندي کار وکړم .خو
ما د ځان سره فکر وکړ چي یو داسي څ ه باید ولیکم چي لوستونکي یي د لوستلو وروسته وکوالی شي
چي سي وي او د سي وي ټول اړخونه په بشپړه توګه وپیژني او پخپله یوه معیاري سي وي ولیکالی
شي.که څه هم په دغه شپو او ورځو کي ډیر بوخت وم خو بیا هم د یکشنبې په ورځو کي به مي کله کله
وخت پیدا کولو او لږ لږ به مي لیکلو چي په پایله کي مي د سي وي لیکلو لپاره دغه کوچنی
الرښودولیکلو ،او تاسو ته یي وړاندي کوم .هیله ده چي ستاسو د استفادې وړ وګرځي.
مننه
شاه محمد
فهرست
یادونه :که تاسو غواړئ یوه پاڼه سي وي ولیکئ یا په یوه پاڼه کي ډیر مالومات لیکل غواړئ نو تاسو
کوالی شئ چي د پاڼي مارجینز( )0.5اود خط اندازه تر 10پوري راټیټه کړئ.
د يس وي لیکلو الرښود 1
یادونه :که چیري تاسو دغه خط د پوست له الري او یا په کومه بله فیزیکي الره یوې کمپنۍ ته د دندي
غوښتلو لپاره لیږئ نو تاسو باید د خط په شروع کي د لیکونکي فیزیکي ادرس ()Heading Address
او د ترالسه کوونکي فیزیکي ادرس ( )Inside Addressولیکئ ،او د السلیک په برخه کي خپل نوم
ولیکئ او السلیک به یي کړئ.
د انګلیسي ژبي د یو ښوونکي د Cover Letterیوه بیلګه:
د يس وي لیکلو الرښود 5
سي وي ()CV
او
ریزومې ()Résumé
د يس وي لیکلو الرښود 6
د یوې غوره دندیپه پیداکولو کي سي وي او ریزومې خورا مهم او ارزښتمند رول لوبوي .که ستاسو
سي وي یا ریزومې ښه او پر معیارونو برابره وي نو وبه کوالی شي چي د لوستونکي توجو جلب
کړي او تاسو د انټرویو لپاره وغوښتل شئ ،خو که ستاسو سي وي یا ریزومې پر معیارونو برابره نه
وي نو تاسو به د انټرویو لپاره نه غوښتل کیږئ.
سي وي ()CV
د CVپوره شکل ( )Curriculum Vitaeچي مانا یي (ژوند کورس) ده .سي وید یوه شخص د پوهي
او زده کړو ،د کاري تجربې ،لیاقت ،شته مهارتونو ،السته راوړنو او داسي نورو مالوماتو په اړه
مفصل لیکل شوي اسناد دي چي عمومًا د یوې دندي د پیدا کولو لپاره د غوښتنلیک سره لیږل کیږي.
سي وي عموماً تر دوو پاڼو زیاته وي او د وخت په تیریدو ،د زده کړو ،مهارتونو او کاري
تجربیپه زیاتیدو سره نوره هم اوږدیږي،خو ریزومې باید تر دوو پاڼو زیاته نه وي.
په سي وي کي ټول مالومات تاریخواره لیکل کیږي ،خو په ریزومي کي د هغې دندې اړونده
مالومات لیکل کیږي چي غوښتنلیک ورته لیږئ هغه که په هره نیټه ترالسه یا ترسره شوي
وي.
په سي وي کي ستاسو ټولي زده کړي ،ټولي السته راوړني ،ټول مهارتونه او ټوله کاري تجربه
چي تاسو یي لرئ لیکل کیږي ،په داسي حال کي چي په ریزومې کي یواځي د هغه دندې اړوند
مهارتونه ،زده کړي ،کاري تجربې او السته راوړني لیکل کیږي.
سي وي د هري دندې لپاره نه برابریږي او نه تبدیلیږي بلکه یواځي په Cover Letterکي
تغیرات راځي ،خو ریزومې باید د هري دندې لپاره منظمه او برابره شي.
د يس وي لیکلو الرښود 7
په دې هیله چي د معیاري سي وي او معیاري ریزومې په توپیر به پوه شوي یاست نو لکه څنګه چي
تاسو ته مالومه ده په افغانستان کي د سي وي کلیمه ډیره کارول کیږي ،د ریزومي کلیمه هیڅ نه کارول
کیږي .دا چي په افغانستان کي د سي وي کلیمه ډیره کارول کیږي دا په دې مانا نه ده چي په دغه هیواد
کي کمپنۍ ،اداراې او خلګ د معیاري سي وي چي مانا او ځانګړتیاوي یي ما پورته ذکر کړلې استفاده
کوي ،بلکه مخکي مو وویل چیپه افغانستان او یو شمیر نورو هیوادونو کي خلګ د سي وي او ریزومې
تر منځ توپیر نه کوي.تاسو به لیدلي یي چي کله یوه کمپنۍ یا مؤسسه یوه وظیفه اعالن کړي نو په هغه
ا عالن کي یي لیکلي وي چي تاسو خپله سي وي تر دغه ټاکلي مودې پوري دغه بریښنالیک ته
راولیږئ او ستاسو سي وي باید تر دوو پاڼو زیاته نه وي او دایي هم ورسره لیکلي وي چي تاسو باید
درې یا څلور کاله تجربه ولرئ .نو که تاسو خپله اصلي سي وي چي درې یا څلور پاڼي مالومات پکې
لیکلی وي دوو پاڼو ته کمه کړئ نو د هغې څخه ریزومې جوړیږي ،خو په افغانستان کي ورته سي وي
ویل کیږي .او بل د یوې پاڼي سي وي په اړه به مو هم ډیر ځایونه لیدلي او اوریدلي وي.
لکه څنګه چي زه هم دغه الرښود د خپلو ګرانو هیوادوالو لپاره لیکم نو د الرښود په پاته برخه کي د
سي وي کلمه لیکم.
د يس وي لیکلو الرښود 8
اصالً په سي وي کي دننه لیکل شوي مالومات ډیر اړین دي ،د سي وي ډیزاین ،رنګ او روغن دومره
ډیر اړین نه دي.
باید ووایم چي سي وي کومه منلې بڼه نه لري ،په مختلیفو هیوادونو کي د مختلیفو مسلکونو وګړي د
سي وي د مختلیفو بڼو څخه استفاده کوي .خو یوشمیرعام اصول او معیارونه شته چي د هر ډول سي
وي د لکلو په وخت کي باید په نظر کي ونیول شي.که تاسو غواړئ د ځان لپاره سي وي جوړه کړئ نو
اول خو په دې ځان پوه کړئ چي په سي وي کي څه شي باید ولیکل شي:
د اړیکي تفصیل /د شخص په اړه مالوماتContact Details/ Personal Data :
دغه د سي وي تر ټولو لومړۍ برخه ده چي ستاسو د سي وي په سر کي قرار لري .په دغه برخه کي
سي وي د خاوندپه اړه مالومات لیکل کیږي .په دغه برخه کي دغه الندی ډیر ساده مالومات باید ولیکل
شي:
د شخص نوم
فیزیکي ادرس
د بریښنالیک پته (ستاسو شخصي)
د تلیفون شماره (ستاسو شخصي)
د لینکډ این ( )LinkedInانټرنیټي ادرس ( )URLولیکئ( .که لرئ یې)
شخصي ویبپاڼه (که لرئ یي)
یادونه :په معیاري توګه په سي وي او ریزومې کي د پالر نوم ،د زوکړي نیټه ،د واده حالت ،مذهب،د
تذکرې شمیره او داسي نور مالومات نه لیکل کیږي.
ددغې برخي د لیکلو په وخت کي باید دغه الندي ټکو ته پام وشي:
دغه مالومات باید د پاڼي په سره ولیکل شي ،او ستاسو نوم باید د نور خط څخه یو څه اندازه
غټ ولیکل شي د سایز له لحاظه .تاسو دغه مالومات لکه څنکه چي الندي په انځورونو کي
ښکاري د پاڼي په منځ او چپي خواته لیکالی شئ.
که چیري تاسو غواړئ دوه ادرسونه ولیکئ نو یو باید د پاڼي په راسته طرف او بل په چپه
طرف کي ولیکل شي.
د تلیفون او بریښنالیک لیکلو په وخت کي ځان ډاډه کړئ چي دواړه مو درست لیکلي .تاسو باید
خپله شخصي د تلیفون شماره او شخصي د بریښنالیک ادرس ولیکئ .بیګلي
د پاڼې په منځنۍ
برخه کي
یادونه :دغه برخه باید ډیره مختصره ،ساده او خوږه ولیکل شي .په معیاري ډول د ۱۸څخه تر ۱۱۸
کلمات پکې وکارول شي.
هر وخت دغه برخه د خپل ځان په معارفي کولو سره شروع کړئ .د بیلګي په ډول:
A qualified and enthusiastic X, with over Y years’ worth of experience, currently searching for a Z
…’position to utilize my skills and take the next step in my career
… As an experienced manager in business sector, I’ve proven
… A recent business economics graduate
یادونه :ځیني خلګ په خپله سي وي کي د شخصي بیان پر ځای موخې ( )Objectivesیا شخصي
پیژنیال ( )Personal Profileلیکي چي د شخصي بیان سره په کمه اندازه توپیر لري .د بیلګي په
ډول:
که تاسو د شخصي بیان پر ځای موخې لیکئ نو تمرکز مو باید ټول پر خپلو مسلکي موخو وي.
او که تاسو شخصي پیژنیال لیکئ نو تمرکز مو باید ټول پر خپل ځان وي.
یادونه :غوره خبره ده چیپه دغه برخه کي یواځي د هغو دندو ذکر وشي چي په تیرو لسو کلونو کي مو
ترسره کړي وي ،یاني هغه دندې چي تاسو یوولس یا دوولس کاله مخکي ترسره کړې اړتیا نشته چي
هغه ولیکئ ،خو که تاسو د یوه شرکت یا یوې کمپنۍ سره ترلسو کلونو ډیره دنده ترسره کړې وي نو
بیا تاسو کوالی شئ چي پوره موده ذکر کړئ .اوهڅه وکړئ یواځي هغه دندي ولیکئ چي ددغه دندې
اړوند وي چي تاسو ورته غوښتنلیک لیږئ.
د يس وي لیکلو الرښود 12
۱یادونه :که چیري تاسو ډیر تعلیمي اسناد لرئ نو اړتیا نشته چي ټول یي ذکر کړئ بلکي یواځي د
هغه اسنادو ذکر وکړئ چي د هغه وظیفي مربوط وي چي تاسو ورته غوښتنلیک لیږئ.
۲یادونه :د زده کړو په برخه کي د درجو( )Gradesیا فیصدي ( )Percentageلیکل اختیاري دي
لیکل یي ستاسو خوښه ده.
د يس وي لیکلو الرښود 13
۳یادونه :که تاسو غواړئ چي د نورو ترالسه کړل شوو تصدیق پاڼو یا بري لیکونو په اړه په خپله
سي وي کي مالومات ولیکئ نو ددې لپاره دوه الري شته:
دوهمه الر یي داسي ده چي د زده کړو تر برخي الندي د سرټیفیکیشنز ( )Certificationsپه نوم جال
عنوان ولیکئ او تر هغه عنوان الندي ټول بري لیکونه ذکر کړئ.
۴یادونه :که تاسو په خپله سي وي کي د هغو ټرینینګونو په اړه چي تاسو په مختلیفو وختونو کي
ترالسه کړي مالومات ولیکئ نو یا خو د تصدیق پاڼو د عنوان سره د ټرینینګز ( )Trainingsعنوان
ور زیات کړئ او یا د سي وي په الندي برخه کي د ( )Trainingsپه نوم جال عنوان ولیکئ او تر هغه
عنوان الندي ټول ټرینینګونو ذکر کړئ.
ریفرنسزReferences:
د سي وي دغه برخه ډیره اړینه ده او ددغې برخي پرته ستاسو سي وي نیمګړي ده .په دغه برخه کي د
هغه اشخاصو نومونه لیکل کیږي چي تاسو پخوا ورسره دنده ترسره کړې وي او یا هغه اشخاص چي
ستاسو کاري وړتیا ،مهارتونه او اخالق ورته مالوم وي .دغو اشخاصو ته واسطه کوونکي یا معرفي
کوونکي اشخاص ویل کیږي .استخدامونکي شخص که وغواړي ددغه اشخاصو سره اړیکه نیسي او یا
ستاسو په اړه یو شمیر پوښتني د ایمیل د الري هغوی ته لیږې تر څو ستاسو په اړه مالومات ترالسه
کړي.
اړتیا نشته چي تاسو په دغه برخه کي ډیر اشخاص ولیکئ بلکه په معیاري توګه یواځي د دوو اشخاصو
په اړهلیکل بسنه کوي.
ستاسو د واسطه کوونکي په اړه باید یواځي دغه الندیني اړین مالومات ولیکل شي:
هغه شخص نوم
د وظیفي عنوان او د وظیفي ځای
د نوموړي شخص فیزیکي ادرس
د اړیکي شمیره
د بریښنالیک پته
۱یادونه :تاسو د سي وي لیږلو څخه مخکي حتماً د هغو اشخاصو سره اړیکه ونیسئ چي تاسو یي
نومونه د خپلي سي وي د ریفرنسز په برخه کي لیکلي دي .ځکه چي:
oشاید د هغو اشخاصو تاسو هیر شوي یاست ،تاسو هغوی ته لومړی ځان ورپه یاد کړئ او
هغوی ته ووایاست چي تاسو د هغوی نومونه یوې نوي دندې ته د غوښتنلیک لیږلو پر وخت په
خپله سي وي کي د واسطه کوونکو په حیث لیکئ او د پوښتني پر وخت د هغوی له لوري د
مثبت ځواب په اړه د هغوی ډاډ ترالسه کړئ.
oشاید هغوی خپل بریښنالیک او د تلیفون شمیره تبدیل کړي وي ،د هغوی د تلیفون د شمیرې او
د بریښنالیک د ادرس په اړه ځان ډاډه کړئ.
۲یادونه :ځیني اشخاص په خپله سي وي کي د ریفرنسز په برخه کي یواځي دغه الندي جمله لیکي
”“References available upon request.
ترجمه:ریفرینسیز به د غوښتني پروخت وړاندي کړل شي ،یا ریفرنسز د غوښتني پر اساس موجود دي
یا شته.
ګرانو ملګرو! په دې هیله چي د الرښود په لوستلو به تر دې ځایه ستړي شوي نه یاست ،نور د
الرښود د پای برخي ته نژدې شوي یاست .په الرښود کي تاسو د سي وي ټولي برخي وپیژندلې او
د هري برخي په لیکلو پوه شوئ .اوس که تاسو غواړئ چي هر څو پاڼي سي وي جوړه کړئ نو
تاسو پوهیږئ چي کوم مالومات تري کم او کوم مالومات پکي زیات کړئ.
د يس وي لیکلو الرښود 17
ددغه سي وي د مایکروسافټ ورډ فایل د ښکته کولو لپاره پر دغه الندي لینک کلیک کیکاږئ.
http://www.mediafire.com/file/ln3z946j39itgl8/Simple_CV_format.docx
د يس وي لیکلو الرښود 21
د یوې پاڼي سي وي د مایکروسافټ ورډ فایل د ښکته کولو لپاره پر دغه الندي لینک کلیک کیکاږئ.
http://www.mediafire.com/file/srmuwcxwikhicj1/One_Page_CV_format.docx
www.facebook.com/hewad.zabul
ماخذونه:
https://www.wikihow.com/
https://www.cv-library.co.uk
https://www.theguardian.com/international