You are on page 1of 4

‫ښکلی مطا لب له فیسبوک څخه‬

‫(‪ )1‬مطلب‬
‫کله چی دی نړۍ ته راغلی‪ ،‬ته یوازنی څوک وی چی ژړل دی او نورو درته خندل ‪.‬‬
‫کوښښ وکړه چی داسی ژوند و کړی چی کله لدی نړۍ نه ځی یوازی ته وخاندی او نور‬
‫وژاړی‪.‬‬
‫(‪ )2‬مطلب‬
‫د کامياب او ناکامو کسانو تر منځ اته فرقونه!‬
‫کامياب کسان ولی کامياب دي؟ دوی څه کړي چې بريالي ګڼل کېږي؟ ايا دوی تر نورو له ډېرو اسانتياوو او‬
‫وړتياوو څخه برخمن دي او که د دوی بخت تر نورو لوړ دی؟‬
‫او ناکامان ولي ناکام دي؟ له دوی سره د څه شي کمی دی چې کامياب نه دي؟ او ايا د دوی ناکامي د‬
‫اسانتياوو او امکاناتو د کمزورتيا له وجهې ده او که بخت ورسره ياري نه ده کړې؟‬
‫دا پوښتنې د شخصيت جوړونې په ډګر کې ډېر ځله راپورته کېږي‪ .‬موږ يې په څو ساده ټکو کې ځوابوو‪.‬‬
‫د کاميابانو او ناکامانو تر منځ څو اساسي توپيرونه شته‪ .‬او د بريالي او ناکام شخص تر منځ څه واضح پولې‬
‫شته‪ .‬الندې د دې توپير نښې نښانې راسپړو‪:‬‬
‫لومړۍ نښه‪:‬‬
‫بريالي کسان‪ :‬په خپل فکر کې ځان بريالی ګڼي‪ ،‬او د کاميابانو په څېر احساس او چلند کوي‪ ،‬د برياليو‬
‫کسانو په څېر سترې هيلې لري‪ ،‬په خپلې کاميابۍ او د ټولو خنډونو په کابو کولو او خپلې موخې ته په‬
‫رسيدلو باندې باور لري‪ .‬نو‪ ،‬برياليتوب په دې توګه لومړی د انسان ذهني تصور دی‪ .‬کله چې هم څوک فکر‬
‫وکړي چې کامياب دی هر څه او هره پرمختيا د هغه د موخو په ګټه تمامېږي او ژوند يې پر هماغه لورې‬
‫حرکت کوي چې دی يې توقع کوي‪.‬‬
‫ناکام کسان‪ :‬د ناکامۍ احساس کوي او دا احساس يې په چلند کې هم څرګند وي‪ .‬د ډېرو اسانه او‬
‫کوچنيو اهدافو د الس ته راوړلو لپاره کار کوي‪ ،‬او په دې الره کې يې لومړی کوچنی خنډ له ماتې سره‬
‫مخامخوي‪ ،‬نه په خپل ځان او نه په خپلو وړتياوو باور لري‪ ،‬او دا باور يې په سر کې ټينګ روزلی چې که‬
‫کله هم په يو کار الس پورې کوي حتما پکې ناکامېږي‪ .‬کاميابي او ناکامي باالخره د انسان په خپل ذهنيت‬
‫او تصور او باور پورې اړه لري‪ .‬که دې ځان بريالی وګاڼه‪ ،‬بريالی يې که دې ناکام وباله‪ ،‬ناکام يې‪ .‬هر ډول‬
‫چې فکر کوې همدغه فکر ستا الشعوري عقل د يو واقعيت په توګه مني‪ ،‬او د دې واقعيت په ترسيمولو‬
‫کې درسره هېڅ ناغيړي نه کوي‪ ،‬بلکې ستا په ژوند کې به يې کټ مټ پياده کوي‪ .‬نو ته د خپلو افکارو‬
‫توليد يې‪.‬‬

‫دا د ناکام انسان ذهنيت دی چې خپل شاوخوا چې هر څه او هره پرمختيا ګوري په ناکامۍ يې تعبيروي‬
‫او هر څه ورسره ناکامۍ ته په چټک رسېدو کې مرسته کوي‪.‬‬
‫لنډه دا چې‪ :‬که ځان په خپل فکر او چلند کې کامياب وګڼې کاميابېږې او که دې په خپلو ماغزو کې ځان‬
‫ناکام وګڼل نو ناکامي له ژونده نغده واخله‪ .‬کاميابي او ناکامي باالخره د انسان په خپل ذهنيت او تصور او‬
‫باور پورې اړه لري‪ .‬که دې ځان بريالی وګاڼه‪ ،‬بريالی يې که دې ناکام وباله‪ ،‬ناکام يې‪ .‬هر ډول چې فکر‬
‫کوې همدغه فکر ستا الشعوري عقل د يو واقعيت په توګه مني‪ ،‬او د دې واقعيت په ترسيمولو کې درسره‬
‫هېڅ ناغيړي نه کوي‪ ،‬بلکې ستا په ژوند کې به يې کټ مټ پياده کوي‪ .‬نو ته د خپلو افکارو توليد يې‪.‬‬
‫دويمه نښه‪:‬‬
‫بريالي کسان‪ :‬پوهېږي چې له خپل ژوند څخه څه غواړي‪ ،‬د هغه لپاره پالن جوړوي‪ ،‬او د خپلو اهدافو د‬
‫السته راوړلو لپاره هر څه چې يې په وس کې وي کوي‪ ،‬له اسبابو څخه استفاده کوي‪ ،‬برياليتوب ته په‬
‫رسېدو کې هوډمن دی‪ ،‬هر سهار چې راپاڅي د ځواکمنتيا او بيدارۍ احساس کوي او د ورځې کارونه‬
‫پالن کوي او ليکي يې‪ ،‬او د ټولو پالن شوو کارونو د کولو لپاره پوره کوشش کوي‪ ،‬پايلې څاري‪ ،‬او په‬
‫پرلپسې توګه د خپل پروګرام د ال ښه والي لپاره هڅه کوي تر څو له بدلېدونکو حاالتو سره سم پرمخ والړ‬
‫شي‪.‬‬
‫ناکام کسان‪ :‬د خپل ژوند هدف ورته نه دی معلوم‪ .‬ډېر لږ کار کوي‪ ،‬خو په مقابل کې سترې پايلې غواړي‬
‫او له اسمانه د بخت داسې تصادف ته منتظر دی چې ټولې هيلې يې پرځای کړي‪ .‬په کار کې بهانې‬
‫لټوي‪ ،‬بې له کوښښ او سخته کاره غواړي چټکې السته راوړنې ولري‪ ،‬سهار چې راويښ شي نه‬
‫پوهېږي چې په ورځ کې څه وکړي‪ ،‬کارونه او مصروفيتونه يې ډېر وي‪ ،‬خو يو کار هم بشپړ نه ترسره کوي‪.‬‬
‫په ژوند کې نظم او دسپلين نه مراعاتوي‪ ،‬په ژوند کې کوم مشخص هدف او لوری نه لري چې د هغه‬
‫مطابق حرکت وکړي‪ ،‬په حقيقت کې ګمراه دی‪ ،‬الره ترې ورکه ده‪ ،‬د خپل ژوند واک يې وخت او پېښو ته‬
‫پرې ايښی چې هرې خواته چې د زمانې خوښه وي پر هغې يې بوځي‪ ،‬دی هم پرې اعتراض نه لري‪.‬‬
‫لنډه دا چې‪ :‬کاميابي د بخت او بازۍ نه ده‪ ،‬او بې له کار او کوښښه نه شي السته راتلی‪ ،‬برياليتوب پالن‬
‫ته او پر پالن باندې دوامدار تګ ته اړتيا لري‪ .‬او ناکامي شرايطو او د ويښې خوبونو ته تسليمېدلو ته اړتيا‬
‫لري‪.‬‬
‫درېيمه نښه‪:‬‬
‫بريالي کسان‪ :‬د خپلو کړنو‪ ،‬خبرو او چلند پايلو ته په دقت متوجه دی‪ ،‬د هر څه د عواقبو په اړه فکر کوي‪،‬‬
‫داسې کسانو او پېښو ته ښه ځير دی چې کيدای شي د خپلو موخو په السته راوړنه کې ورسره مرسته‬
‫وکړي‪ ‌،‬او هڅه کوي دغه ډول اړوند کسان هم له ځان سره د کاميابۍ پر کرښه بوځي او شعار يې دی‬
‫((کاميابېږم او نور هم راسره کاميابېږي))‪ ،‬له نورو سره د همکارۍ له الرې پرمخ ځي‪ ،‬د هغوی له کاميابۍ‬
‫څخه د خپلې کاميابۍ لپاره کار اخلي‪.‬‬
‫ناکام کسان‪ :‬بې پامه او سرټمبه دی‪ ،‬تل د خپلو کړنو او خبرو په اړه بې پروا دی‪ ،‬د خپلو کارونو او خبرو‬
‫پايلو او عکس العملونو په کيسه کې نه دی‪ ،‬په دې توګه په لوی الس ځان په ډېرو ستونزو او سرخوږيو‬
‫کې اچوي‪ ،‬او شعار يې دی ((زه دې ژوندی يم توپان وکړم…))‪ ،‬يوازې د خپل ځان غم کوي‪ ،‬د ځان لپاره‬
‫کاميابي غواړي او که د خيال پلو کاميابي يې د نورو په تر پښو الندې کولو هم ترسره شي پروا يې نه‬
‫کوي‪.‬‬
‫لنډه دا چې‪ :‬کامياب انسان عواقبو ته ځير انسان دی چې له هرې چارې سره په دقت‪ ،‬اعتماد او مثبته‬
‫روحيه باندې چلند کوي‪ ،‬خو ناکام انسان يو سرټمبه او بېړنی انسان دی چې هر ښه فرصت له السه‬
‫ورکوي او آن خپل پلويان او ملګري يې پر ضد اوړي‪.‬‬
‫څلرمه نښه‪:‬‬
‫بريالي کسان‪ :‬د کاميابانو پر پلونو روان وي‪ ،‬د هغوی د السته راوړنو په اړه پلټنې او پوښتنې کوي‪ ،‬په دې‬
‫ځان پوهوي چې هغوی څنګه کامياب شخصيتونه جوړ شوي‪ ،‬دوی څه کړي چې تر نورو يې لوړې السته‬
‫راوړنې لرلې دي‪ ،‬دی هم د هغوی په څېر ورته پايلو ته د رسېدو لپاره کوښښ کوي او هماغسې پر مخ‬
‫ځي لکه هغوی چې تللي‪.‬‬
‫ناکام کسان‪ :‬په ژوند کې بې مشاله روان وي‪ ،‬نه پالن جوړوي او نه مشخص اهداف ځان ته ټاکي‪ ،‬بلکې‬
‫خپلې واګې يې بې واکه پرې ايښې وي‌ چې هرې خواته يې بوت پر هماغه به ځي‪ ،‬همېشه د شرايطو‬
‫او حاالتو لخوا مغلوب وي‪ .‬د بېلګې په توګه که د وظيفې خبره شي‪ ،‬ده ته مهمه نه ده چې چېرته د‬
‫ارشيف د ساتنې لپاره په کوم ساده کار ګومارل کېږي‪ ،‬او که د بازارموندنې يا عامه اړيکو مامور ټاکل کېږي‪،‬‬
‫دواړه ورته بې توپيره دي‪ ،‬بلکې يوازې دا ورته مهمه ده چې تنخا واخلي‪ .‬د کوم واضح او مشخص هدف د‬
‫السته راوړلو لپاره کوښښ نه کوي‪ ،‬د خپل راتلونکي ژوند او دندې په اړه هم څه خاص ليدلوری نه لري‪ .‬په‬
‫خپل ژوند او وظيفه کې که ترشا هر ډول وړ او ناوړه خاطرې او اثرات پرېږدي‪ ،‬دی يې پروا نه کوي‪ .‬يعنې د‬
‫ژوند ټولې چارې يې اتومات او لنډمهالې روانې وي‪.‬‬
‫لنډه دا چې‪ :‬که کاميابي غواړې د کاميابانو په لټه کې اوسه او هماغه ډول هڅه وکړه لکه هغوی چې يې‬
‫کوي ترڅو هماغسې نتايجو ته ورسېږي‪ ،‬او که غواړي چې ناکام واوسې نو ژوند ته دې واګې ور پرېږده‬
‫چې پر هره والړې پروا يې مه کوه‪ ،‬بې نقشې روان اوسه‪ ،‬او بې پله او ګودره ګډېږه‪ .‬بيا نو د نجات ساحل‬
‫ته رسېدل مه غواړه‪ ،‬ډېر امکان د دې دی چې غرق شي‪ ،‬ځکه حاالت ستا په طبيعت نه‪ ،‬بلکې ته د‬
‫حاالتو په طبيعت روان يې‪.‬‬
‫پنځمه نښه‪:‬‬
‫بريالي کسان‪ :‬هر څه يې ازمايلې او له هرې موقع څخه د خپلو اهدافو او مشکالتو حل کولو لپاره کار‬
‫اخلي‪ .‬په هر فرصت کې مساعدې صحنې ګوري چې په پرمخ ته تللو کې ورسره مرسته کولی شي‪ ،‬د‬
‫بدلون مينه وال دی‪ ،‬بدلون ده ته د پرمختيا او دوامدار تګ په معنا ده‪ ،‬پر خپل ژوند او بدلېدونکو حاالتو باندې‬
‫مسلط دی‪ ،‬هر ډول چې شرايط اوړي دی يې د خپلو اهدافو پر لورې اړوي‪‌،‬او اجازه نه ورکوي چې مغلوب‬
‫شي‪.‬‬
‫ناکام کسان‪ :‬په هماغه يو ځای والړ دی‪ ،‬د خوځښت او حرکت واال نه دی! ارامي او نورمال ژوند يې خوښ‬
‫دی‪ ،‬د نويو تجربو او ازموينو په لټه کې نه دی‪ ،‬دی بدلون نه پېژني‪ ،‬په هماغه يو کار باندې تر اخره پاتې‬
‫دی‪ ،‬هماغه يې ملګري او پېژندګلو دي چې وو‪ ،‬هماغه زاړو ځايونو ته ځي او راځي چې تل يې عادت دی‪،‬‬
‫په هماغه يو ځای کې به تر اخره اوسي چې طبيعتا ورته غوره شوی دی‪ .‬له هر بدلون څخه په وېره او‬
‫هرې نوې څپې څخه په ډار کې دی‪ ،‬په هره موقع کې تکليف او سرخوږی ويني‪ ‌،‬د کوهې د اوښ په څېر‬
‫په خپلو مشکالتو راچورلي او پرمخ نه ځي‪ ،‬منفي فکر يې د ژوند او فکر برخه ده‪.‬‬
‫دا ډول انسان تل د ژوند له ګډوډۍ څخه په تکليف وي ځکه چاپېريال پرې مسلط دی او دی چې خدای د‬
‫تسلط لپاره پيدا کړی‪ ،‬په لوی الس يې ځان د زمانې تسلط ته پرې ايښی‪.‬‬
‫لنډه دا چې‪ :‬تغيير به خامخا راځي‪ ،‬بايد په مناسب وخت کې ترې په ښه ډول استفاده وکړې او د خپلو‬
‫اهدافو په خدمت کې ترې کار واخلي‪ .‬او که منتظر کېږې چې بدلون خپل درباندې راشي او تا له ځان سره‬
‫په خپل واک کې واخلې‪ ،‬نو بيا به ته مغلوب او حاالت به غالب وي او هر ډول چې ولوبول شوې د خپل‬
‫اختيار به نه يې‪.‬‬
‫شپږم نښه‪:‬‬
‫بريالي کسان‪ :‬د خپلو اهدافو په لورې تګ کې زړور وي‪ ،‬او په څه چې باور لري دا باور يې ټينګ وي‪ ‌.‬دا‬
‫زوړرتيا او جرئت دی چې د موخو په السته راوړلو کې دې پر خنډونو او ننګونو باندې برالسی کوي‪ .‬له دې‬
‫ځانګړتيا سره موخې ته د رسېدو لپاره خپل تصميمونه له پوره زړورتيا او ډاډ سره نيسې‪.‬‬
‫ناکام کسان‪ :‬تل زړه نازړه وي‪ ،‬همېشه له ځان سره دا وايي چې ((دا فالنی وکړم کنه‪ ،‬همدا اوس تصميم‬
‫ونيسم او که وروسته به پرې فکر وکړم))‪ ،‬په کلونو کلونو منتظر وي تر څو ترې هغه فرصتونه چې د لوړو‬
‫اهدافو د ترسره کولو لپاره يې ترې ګټه اخيستلی شوای تېر شي‪ ،‬او بيا چې کله دی پرېکړه کوي ډېر‬
‫ناوخته شوي وي او مناسب فرصتونه ضايع شوي وي‪.‬‬
‫لنډه دا چې‪ :‬که غواړي څه وکړې نو بسم هللا کړه او پيل پرې کوه…ته يوازې جرئت ته اړتيا لري‌ چې د‬
‫هغسې ژوند پر لورې ګام واخلې چې زړه دې دی‪ .‬که دې ناوخته کړل‪ ،‬بيا يوازې ځان مالمتوه‪ .‬بيا به وخت‬
‫تېر وي او فرصتونه به د بل چا په واک کې وي‪ .‬هغه مهال چې ستا په واک کې ول‪ ،‬هله ته بې زړه وې او‬
‫په نن سبا کې دې وبايلله‪ .‬د فرصتونو له تګ وروسته له چورت پرته بل څه نه وي پاتې‪.‬‬
‫اوومه نښه‪:‬‬
‫بريالي کسان‪ :‬له ځان او له خپل شاوخوا سره مينه لري‪ ،‬د ژوند ارزښت ورته پوره معلوم دی‪ .‬له ټولې دنيا‬
‫سره په همغږۍ او کمينۍ ژوند کوي‪ .‬همدا د همغږۍ او مينې ژبه ده چې پر مخ يې د کاميابۍ او‬
‫خوشالۍ ټولې دروازې پرانيزي‪ .‬هغه څه کوي چې ورسره مينه لري‪ ،‬ژوند يې هماغسې منلی څرنګه‬
‫چې دی‪ ،‬او د هغه له قوانينو سره سم پرمخ ځي‪ ‌،‬د خپل ورور لپاره هماغه څه غوره کوي چې د ځان‬
‫لپاره يې غوره کوي‪.‬‬
‫ناکام کسان‪ :‬له ځان او خپل شاوخوا سره نه جوړېږي‪ .‬ته به وايې له خلکو او ژوند څخه په غچ پسې دی‪.‬‬
‫د چل‪ ،‬کينې او کرکې له احساساتو څخه ډک دی‪ .‬او دا احساسات يې د فطرت او خدايي قوانينو سره په‬
‫ټکر کې کېوزي‪ .‬تل د پرېشانۍ او غوسې په حالت کې وي‪ ،‬له خپل ځان او ژوند سره په جګړه کې وي‪ .‬له‬
‫ځان او خپل ژوند سره د مينې او سولې خوند نه څکي‪ ،‬بلکې روحي ارامي او رضايت ورته يوه افسانه‬
‫ښکاري‪ ،‬په دا ډول ذهنيت سره هم خپل ځان بايلي او هم خپل متعلقين‪ .‬د خپلو وروڼو لپاره يې ښېګڼه نه‬
‫خوښېږي‪ ،‬او د ژوند تګلوری ورته تل سرچپه ښکاري‪.‬‬
‫لنډه دا چې‪ :‬له ځان او ژوند سره مينه د کاميابانو شتمني ده‪ ،‬چې له دې پرته په هېڅ شي کې برياليتوب‬
‫نه شي راتلی‪ .‬له مينې څخه بې برخې انسان له برياليتوب څخه بې برخې دی‪ .‬دا به څه کاميابي وي‬
‫چې يو څوک يې په خوشالۍ کې درسره شريک نه وي‪.‬‬
‫اتمه نښه‪:‬‬
‫بريالي کسان‪ :‬ټولې ښې او خواشينوونکې چارې د خدای له لورې داسې فرصتونه ګڼي چې دی ترې ډېر‬
‫څه زده کوي او يو ډول نه يو ډول ترې د خپل برياليتوب لپاره استفاده کوي‪ .‬د ژوند په اړه خوشبينه دی‪،‬‬
‫کوم ډول ژوند چې غواړي ورته ورسېږي د هغه په اړه ډاډه دی‪ .‬په خدای باندې يې باور ډېر لوړ او مثبت‬
‫دی‪ .‬هغه قدسي حديث چې پکې خدای ويلي‪ :‬انا عند ظن عبدي بي…يعنې زه له خپل بنده سره پر ما‬
‫باندې د هغه د باور سره سم چلند کوم‪ ،‬دا حديث يې د الرې مشال دی‪.‬‬
‫ناکام کسان‪ :‬په هر څه کې ستونزې ويني‪ ،‬بدبينه دی‪ .‬تل د ناوړه پېښو توقع لري‪ ،‬دی همېشه د ګيالس‬
‫نيمه تشه برخه ويني او ډکه برخه نه ګوري‪ .‬د داسې پلمو او عذرونو په لټه کې وي چې وښيي چې له‬
‫ناکامۍ څخه خالصون نشته‪ .‬په هره چاره کې يې تکيه کالم دا وي چې‪ :‬په دې کې ډېر مشکالت دي –‬
‫شرايط مساعد نه دي‪ ،‬زه د دې کار د کولو وړ نه يم…دا ډول بهانې نه خالصېږي او نتېجه يې دا شي چې‬
‫فرصتونه يو په بل پسې ضايع کېږي‪ .‬اصلي خبره داده چې له دی د ژوند په نامه مبارزې ته چمتو نه دی‪‌.‬‬
‫ډېر ځله په دې لټه کې وي چې د هغو کارونو لپاره چې د ځان د برياليتوب لپاره يې بايد ترسره کړي بل‬
‫څوک پيدا کړي‪ ،‬او بيا يې هيله دا وي چې ګټه به يې ده ته رسېږي‪ .‬دا ډول هيلو ته د ويښې خوب ويلی‬
‫شو‪.‬‬
‫لنډه دا چې‪ :‬د مارګريت تاچر خبره خلک ګومان کوي چې د غره سر ته الره نشته‪ ،‬دوی د هر غره سر ته د‬
‫ايويرسټ غره په سترګه ګوري چې ګواکې هېڅکله څوک نه شي ورختلی‪ ،‬مګر په واقعيت کې د هر غره‬
‫سر ته الره شته‪ ،‬خو يوازې د ورختلو همت غواړي‪.‬‬
‫نو‪ ،‬هر انسان بايد وپوهېږي چې ژوند د ډېرو‪ ،‬بلکې د ټولو انسانانو لپاره د برياليتوب ډګر دی‪ ،‬فقط ځان ته د‬
‫ژوند هدف وټاکه او روان شه‪ ،‬د هغه د پوره کولو لپاره په بشپړ جرئت او استقامت سره ګام واخله‪،‬‬
‫خوشبين اوسه‪ ،‬ژوند ته په مينه وګوره او ښکالګانې يې درک کړه‪ ،‬چې ژوند هم په خپل وار تا ته‬
‫خوشالي‪ ،‬مينه او ښکال درکړي‬

You might also like