You are on page 1of 5

‫د څېړنیزې پروژې مدیریت‬

‫لیکنه‪ :‬عزت هللا ادیب‬


‫‪۲۰۱۸/۲/۰۱‬‬
‫‪ ....‬د «تحقیق میتودولوژي» تر عنوان الندې د تیرې مقالې په دوام‪ ،‬په دې مقاله کې په خپلواکه توګه د څېړنیزې پروژې‬
‫پر مدیریت‪ ،‬پړاوونو او ګامونو بحث کوو‪ .‬دا مقاله د څېړونکي سره د تحقیق د عمومي مرحلو په پیژندلو کې مرسته کوي‪.‬‬
‫هغه محصلین او څېړونکي چې د څېړنو تجربه لري‪ ،‬د دې مقالې له موضوعاتو سره به پوره بلدتیا ولري خو نویو او‬
‫مبتدي څېړونکو او محصلینو لپاره یې لوستل خورا مهم دي‪.‬‬

‫په دې مقاله کې لولو‪:‬‬


‫‪ ‬د خپلواکې څېړنې ستونزې‬
‫‪ ‬د څېړنیزې پروژې عام ماهئیت او فطرت‬
‫‪ ‬د څېړنیزې پروژې جوړښت‬
‫‪ ‬د څېړنیزې پروژې د مدیریت پالن‬

‫‪ .1‬په یوازې ځان‪/‬مستقله توګه د تحقیق په برخه کې ستونزې‬


‫په دې برخه کې هغه ستونزې څېړو چې محصلین یا تازه څېړونکي د خپل څېړنیز کار په برخه کې ورسره مخ کیږي‪ .‬د‬
‫علمي‪/‬اکاډیمیکو څېړنو په برخه کې څیړونکي په یوازې ځان د پروژې د ترسره کولو مسٔولیت لري او په دې برخه کې‬
‫باید د هرې ستونزې د حل موندلو لپاره فکر وکړي‪ ،‬او منظم پالن ترتیب کړي‪ .‬څېړونکي له دې ستونزو سره هغه مهال‬
‫مخ کیږي‪ ،‬چې کله د خپلې ماسټرۍ یا ډوکټورا د سند د دفاع لپاره پر علمي څېړنو کار کوي‪.‬‬
‫د څېړنیزې پروژې د پر وخت بشپړولو او له ټاکل شوې نېټې سره سم د مختلفو فعالیتونو تر سره کولو لپاره بایده یوه‬
‫اندازه معلوم او سیستماتیک فعالیتونه د منل شوي او تعریف شوي ترتیب سره سم تر سره او په دې جریان کې راتلونکو‬
‫ستونزو ته غښتلې حل الره وموندل شي‪ .‬د تازه څېړونکو او هغو محصلینو لپاره چې تازه یې پر څیړنو کار پیل کړی‪ ،‬په‬
‫کار ده چې په یو وخت کې یوازې پر یوه پروژه کار وکړي او د خپل څېړنیز کار په جریان کې د الرښود استاد مشورې په‬
‫دقت نوټ او د کار په جریان کې عملي کړي‪ ،‬همدارنګه باید د هرې ستونزې سره د مخ کېدو سره سم د خپل الرښود استاد‬
‫سره مشوره وکړي‪.‬‬
‫د محصلینو یا تازه څېړونکو کار ته په کتو ځینې داسې ستونزې دي چې ډیری محصلین ورسره مخ کیږي او دا تیروتنې‬
‫نیغ په نیغه د کار پر پایلو بده اغیزه لري‪.‬‬
‫‪ ‬د ډيزاین په برخه کې ستونزې‪ :‬څېړونکي د ډيزاین په برخه کې ځان نه ستومانه کوي‪ ،‬د تحقیق بنسټ یا اساس‬
‫اېښولو په خاطر لږ مطالعه کوي‪ ،‬هدف یې مبهم‪ ،‬فرضیه یې غیر مسلکي او د تحقیق هدف‪ ،‬فرضه او پوښتنه یې یو‬
‫له بل سره اړیکه نلري‪.‬‬
‫‪ ‬د پوښتنلیک ډيزاین‪ :‬څيړونکي په دې برخه کې د پوښتنو په اړه فکر کوي‪ ،‬خو الزمه ده چې د پوښتنو سره سره د‬
‫پوښتنلیک تخنیکي برخه له پامه ونه غورځول شي‪ .‬د پوښتنې جوړښت‪ ،‬تخنیک‪ ،‬معلوم هدف‪ ،‬او د پوښتنو لړۍ بیا‬
‫هغه سلسله مسایل دي چې د تحلیل په برخه کې څیړونکي ته سرخوږی جوړوي‪.‬‬
‫‪ ‬د تحقیق د ډيزاین په برخه کې ستونزې‪ :‬د مناسبې او وړ میتودولوژي نه ټاکل او یا د ناقصې میتودلوژي ټاکل بله‬
‫لویه ستونزه ده چې د څیړنیز راپور اعتماد زیانمنوي‪ .‬په دې برخه کې بله لویه ستونزه د نمونو غوراوی یا ټاکل‬
‫دي‪ ،‬د نمونه ګیرۍ پالن د احصائیوي او ریاضیکي میتودونو په رڼا کې ډیزاین کیږي چې ډيری څيړونکي دې‬
‫برخې ته هومره اهمیت نه ورکوي‪.‬‬
‫‪ ‬د احصائیوي علومو برخه‪ :‬د تحلیل په برخه کې به یې هم ولولو چې څېړونکي د احصایې د تحلیل په برخه کې‬
‫کمه پوهه لري او له کوم چا مرسته هم نه غواړي نو هماغه وي چې کله خپل څیړنیز راپور د منظوري لپاره‬
‫وسپاري بیا بیا رد کیږي‪ .‬باید په یاد وساتو چې د پوښتنلیک د ډيزاین پرمهال د تحلیل برخه له یاده ونه غورځوو او‬
‫د هرې پوښتنې او د میزاني د ټاکلو پرمهال د هغه سوال احصائیوي تحلیل میکانیزمونه په پام کې ونیسو‪.‬‬
‫‪ .2‬د څېړنیزې پروژې ماهئیت او فطرت‬
‫څېړونکی باید په یاد ولري‪ ،‬چې د اړوند اکاډیمیک بنسټ یا پوهنتون هر ډول قوانینو منلو‪ ،‬او یا د هر ډول څېړنې لپاره د‬
‫عنوان ټاکلو پر مهال‪ ،‬د تحقیق اصول نه بدلیږي‪ ،‬بلکه اصول او قوانین یو ډول په نظر کې نیولو سره په هر ځای او هره‬
‫پروژه کې عملي کیږي‪ .‬په دې مانا‪ ،‬چې د څېړنې په منل شویو او اساسي اصولو کې د څېړونکي لخوا هیڅ ډول زیاتی او‬
‫کمی نشي راتلی‪ .‬منل شوي او اساسي مبادي یا اصولو کې د څېړونکو لخوا هیڅ‌ډول کمی یا زیاتی نه رامنځته کیږي‪ ،‬بلکې‬
‫د څېړنیز کار په جریان کې د تحقیق د اصولو په نظر کې نیولو سره خپل کار تر سره کوي‪ .‬د دې یوه ګټه دا ده چې د‬
‫پروژې په پای کې څيړونکی د خپل څېړنیز کار د پایلو څخه د همدې منل شویو اصولو په رڼا کې دفاع کوي او د همدې‬
‫کار د اعتماد او اعتبار اندازه لوړوي‪.‬‬
‫د څېړنو اصول یا اساسات په هره علمي برخه‪( ،‬ټولنیز علوم‪ ،‬انساني علوم‪ ،‬یا هم هنري‪ )...‬برخو کې یو ډول وي؛ خو‬
‫میتودولوژي او میتودونه| یې خورا توپیر لري‪.‬‬
‫نوټ‪ :‬راتلونکې مقاله به د څېړنو میتود‪ ،‬میتودولوژي او د دواړو تر منځ توپیر پیژندلو ته ځانګړې کړو‪.‬‬

‫ټول منوګراف یا تیزس رپوټونه د پیژندګلوي‪ ،‬لنډیز‪ ،‬منځنپانګې یا تنې‪ ،‬د موادو مطالعې‪ ،‬د موضوع هر اړخیزې څېړنې‪،‬‬
‫اساسي تحلیل‪ ،‬پایلو او مهمو سپارښتنو څخه د موضوع د قرینې یا سیاق او د موضوع په اړه د موجوده معلوماتو په رڼا کې‬
‫رامنځته کیږي‪ .‬د منوګراف یا تیزس ټول رپوټونه باید د منل شوي‪ ،‬منطقي او سیستماتیک جوړښت‪/‬فارمټ سره سم ولیکل‬
‫شي‪ ،‬څو لوستونکو ته د موضوع په اړه هر اړخیز تازه معلومات ورکړي او د منل شویو اصولو په رڼا کې ترتیب شوي‬
‫وي‪ .‬د منوګراف یا تیزس د لیکلو پر مهال‪ ،‬څېړونکی او محصلین باید د مربوطه الرښود الرښوونې او غوښتنې په نظر‬
‫کې ونیسي او د همدې اصولو په رڼا کې خپل رپوټ تسلیم او وړاندې کړي‪.‬‬

‫‪ .3‬د څېړنیزې پروژې جوړښت‬


‫په لومړۍ مرحله کې‪ ،‬د پوهنتون منوګراف یا تحقیقاتي پروژه که په هره اندازه وي ټول کارونه یې باید په الندې لسو برخو‬
‫تقسیم او تر سره شي‪:‬‬

‫‪ )1‬د تحقیق ساحه یا برخه ټاکل‬


‫د څېړنو په لړ کې دا هغه اکاډیمیکه| برخه ده چې څېړونکی خپل تحقیق تر سره کوي‪ .‬عموما ً‪ ،‬د څېړنو موضوع د‬
‫څېړونکي د تخصص او رشتې په برخه کې انتخابیږي ځکه څېړونکی کوالی شي په نوموړې برخه کې تازه مالومات‬
‫ومومي چې په پایله کې د هماغې رشتې د علمي پرمخیون سبب ګرځي‪ .‬همدارنګه‪ ،‬نوموړې برخه باید د څېړونکي د‬
‫عالقې وړ وي تر څو په پوره عالقمندۍ د تحقیق په جریان کې موضوعات په دقت وڅېړي او ښې پایلې تر السه‬
‫کړي‪ .‬د تحقیق د موضوع په برخه کې د مناسب الرښود موندل او مالوماتي سرچینو ته السرسی د څېړونکي سره د‬
‫هدف په رسیدو کې مرسته کوي‪.‬‬

‫‪ )2‬لومړنۍ مطالعه تر سره کول‬


‫دا برخه‪ ،‬د موجوده لیکنو‪ ،‬مقالو‪ ،‬کتابونو او مالوماتو لوستل‪ ،‬د موضوع په اړه د اکاډیمیکو افرادو نظریات او مشورې‬
‫اخیستل‪ ،‬او له نورو منابعو څخه د مالوماتو ټولول رانغاړ ي تر څو د موضوع په اړه موجود او نوي اطالعات په پرتلیزه‬
‫توګه وڅېړل شي‪ .‬څېړونکی د پایلو په نتیجه کې په ډاګه ویالی شي چې د نوموړې موضوع په اړه کوم ډول‬
‫اطالعات موجود وو او څه یې نوي تر السه کړي‪/‬موندلي دي‪.‬‬

‫‪ )3‬د تحقیق د عنوان په اړه پریکړه کول‬


‫په دې برخه کې څېړونکی د تحقیق لپاره معلوم‪ ،‬واضح تعریف او انځور شوی عنوان غوره کوي‪ .‬واضح او تعریف‬
‫شوی عنوان له څېړونکو سره د تحقیق د کار په جریان‪ ،‬مالوماتو را ټولولو‪ ،‬تحلیل او د کار له جریان څخه د ښه‬
‫نظارت په برخو کې مرسته کوي‪ .‬که د څېړنیز کار په جریان کې څېړونکی په دې پوه نشي چې غواړي څه تر السه‬
‫کړي‪ ،‬نو څنګه به پوه شي چې کار یې د پالن سره سم پر مخ روان دی که څنګه؟‬
‫په دې برخه کې څېړونکو ته په کار ده‪ ،‬چې د تحقیق د عنوان ټاکلو سره سم د څېړنې د عمومي پوښتنې په اړه‬
‫تصمیم ونیسي‪.‬‬
‫نوټ‪ :‬د څېړنو د پوښتنو‪ ،‬فرضیو او پوښتنلیک د ترتیبولو لپاره هم بیل او مشخص اصول شته دي‪.‬‬

‫‪ )4‬د تحقیق د میتودولوژي ډیزاین‬


‫د تحقیق د عنوان او د تحقیق د عمومي یا اصلي پوښتنې له ټاکلو سره سم‪ ،‬څېړونکی باید د تحقیق د میتودولوژي په اړه‬
‫فکر وکړي څو مناسبه میتودولوژي ډيزاین او غوره کړي او د هغې په رڼا کې به څېړونکی خپل کار ترسره کوي‪ .‬د‬
‫میتودولوژي د ډیزاین په برخه کې څېړونکی میتودونه| په نښه کوي‪ ،‬چې آیا څېړنه یې کمي که کیفي تحقیق دی؟ کوم‬
‫ډول اخالقي معیارونه په نظر کې نیول کیږي؟ آیا ځانګړې تلنالرې موجودې دي؟ ولې نوموړې میتودولوژي غوره‬
‫شوې؟ ګټې او ښیګڼې یې څه دي؟ کومې ستونزې لري؟ اطالعات او ارقام له کوم ځای څخه را ټولیږي؟ اطالعات او‬
‫ارقام د کوم احصائیوي میتود له مخې تحلیل او تجزیه کیږي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې له څيړونکي سره د غوره او‬
‫مناسبې میتودلوژۍ د ټاکلو په پروسه کې مرسته کوي‪.‬‬

‫‪ )5‬د تحقیق پروپوزل د کره کتنې او منښتې لپاره سپارل‬


‫ډیر اکاډیمیک نهادونه‪ ،‬او پوهنتونونه د علمي څېړنو د پروپوزل سپارلو لپاره الرښود‪ ،‬منظم سیستم او د هرې مرحلې‬
‫لپاره د پالن سره سم د پای نیټه لري‪ .‬په ځینو حاالتو کې دا د سیستماتیکې ارزیابي پروسه وي چې د څېړونکي د کار‬
‫څخه د کنترول په موخه رامنځته کیږي‪ .‬محصلین او څیړونکي باید د یو منظم او همغږي پالن له مخې په دې پوه شي‬
‫چې کوم کار‪ ،‬کله او څنګه تر سره کړي‪.‬‬

‫‪ )6‬د تحقیق عنوان او میتودولوژي نهایي کول‬


‫د مربوطه اکاډیمیک نهاد یا پوهنتون د الرښود استاد یا مشر څېړونکي څخه د تبصرو‪/‬نظریاتو د تر السه کولو په رڼا‬
‫کې‪ ،‬څېړونکی د تحقیق عنوان او میتودولوژي نهایي کوي‪ .‬ډيری محصلین د خپلو اهدافو د ټاکلو په برخه کې‬
‫لوړپروازي کوي‪ ،‬خو اکاډیمیک څېړونکي او مشر محققین تل دا ستونزه مطالعه کوي او هڅه کوي چې اهداف یې‬
‫مشخص‪ ،‬مع لوم او تعریف شوي وي او هغوی پر دې پوهیږي چې د اهدافو د ترالسه کولو او پروژې د مدیریت لپاره‬
‫کوم ډول اهداف وټاکي‪ .‬همدارنګه‪ ،‬څېړونکي باید په پام کې ونیسي چې د تحقیق د موضوع‪ ،‬عنوان‪ ،‬پوښتنې‪،‬‬
‫میتودولوژي او اهدافو تر منځ یوه مالومه اړیکه موجوده وي کوم چې پایلو ته د رسیدو په برخه کې باید تل په نظر کې‬
‫ونیول شي‪.‬‬
‫د لومړنیو څېړنو او مطالعو په ترڅ کې‪ ،‬څيړونکي کوالی شي د تحقیق په میتودولوژۍ کې بدلون راوړي‪ ،‬د مثال په‬
‫دول په پوښتنلیک کې تغیر او بدلون‪.‬‬

‫‪ )7‬د څېړنې تر سره کول (ارقام او اطالعات را ټولول)‬


‫څیړونکی د خپل پالن او ډيزاین یا هم د تحقیق د میتود سره سم‪ ،‬خپل ارقام او اطالعات د البراتور‪ ،‬کتابخانې او‬
‫ارشیف‪ ،‬انټرنټ او یا هم له ټاکل شویو کلیو او کوڅو څخه را ټولوي ‪ .‬د اطالعاتو او ارقامو د ځای په اړه د ډیزاین په‬
‫برخه کې پریکړه کیږي‪ ،‬خو که له هر ځای څخه وي د لومړنیو او خامو اطالعاتو یا ارقامو د را ټولولو دا عملي‬
‫پروسه ترسره کیږي‪ .‬د خامو اطالعاتو او ارقامو په اړه مو څه فکر درلود؟ نهایتا ً مو څه تر السه کړل؟ څېړونکی باید‬
‫د دې دوو برخو تر منځ توپیر‪ ،‬تحلیل او د اهدافو د ټاکلو یا تغیر برخې ته دقت وکړي‪.‬‬

‫‪ )8‬د ارقامو او اطالعاتو پروسس او تحلیل‬


‫څېړونکی د ارقامو د راټولولو څخه وروسته د ارقامو او او طالعاتو تحلیل او پروسس پیلوي څو خام ارقام پر مانا‬
‫لرونکو موادو بدل کړي‪ .‬دا پروسه د یو منظم او سیستماتیکې احصائیوي پروسې په جریان کې تر سره کیږي‪ ،‬نو له دې‬
‫څخه یوه مهمه زدکړه دا کیدای شي چې څېړونکی باید د احصائیې لومړنی یا ابتدایي پوهه ولري‪ .‬په دې برخه کې‬
‫احصایئوي تحلیل‪ ،‬د ګراف او چارټ جوړول او یا هم د ارقامو فریکوینسي لست ترتیبول او ورته نورې چارې شاملې‬
‫دي‪ .‬د دې برخې اهمیت یوازې په دې کې نه دی چې څیړونکی باید څه تر السه کړي‪ ،‬بلکې خورا مهمه دا ده چې دا‬
‫پروسه په اکاډیمیکه او علمي برخه کې څه مانا لري‪.‬‬

‫‪ )9‬د ریپوټ لیکل‬


‫دا د څېړنیز راپور د چمتو کولو عملي پروسه ده چې پر بنسټ یې د څېړونکي کار – یا د یو محصل منوګراف او‬
‫پروژه ارزیابي کیږي‪ .‬د ریپوټ لیکلو پروسه باید کمه ونه ګڼل شي‪ ،‬په دې پروسه کې د ریپوټ لیکل‪ ،‬بیا کتنه‪ |،‬کره‬
‫کتنه‪ ،‬ډیزاین یا فارمټ‪ ،‬د پښتۍ ډيزاین‪ ،‬چاپ او صحافي شامل دي‪ .‬د ریپورټ لیکلو په برخه کې یوه طوالني پروسه‬
‫چې د څېړونکي خورا دقت ته اړتیا لري‪ ،‬د منابعو لست کول‪ ،‬د ګراف او چارت منظم نمره او په منظمه توګه د‬
‫ریپوټ په تنه کې د هغو تشریح کول شامل دي‪.‬‬

‫‪ )10‬د څېړنیز ریپوټ سپارل‬


‫د څیړنیز ریپوټ د سپارلو لپاره د څېړونکي‪/‬محصل او پوهنتون تر منځ د یو هوکړه‌لیک یا پالن پر اساس یوه نیټه‬
‫مالومه وي چې د هغه سره سم خپل ریپوټ د الرښوو د استاد بیا کتنې او یا د اکاډیمیک کتنپالوي تبصرو او له خپل‬
‫اکاډیمیک| سند څخه د دفاع په موخه سپاري‪ .‬د اوږدمهاله او یا لویو تحقیقاتي پروژو پرمهال‪ ،‬د هرې مرحلې لپاره بیلې‬
‫نیټې ټاکل شوې وي چې څیړونکي د هغه له مخې خپل کار په یو مالوم وخت کې بشپړوي‪.‬‬

‫‪ .4‬د څېړنیزې پروژې د مدیریت پالن‬


‫د تحقیق یا هم بله هره پروژه چې د مختلفو فعالیتونو په ترڅ کې ترسره کیږي‪ ،‬یو منظم پالن او مدیریت ته ضرورت لري‪ .‬د‬
‫پروژې د مدیریت ساده تخنیکونه او پروسې په الره اچول څیړونکي سره د پروژې د کارونو په ښه کنترول‪ ،‬د اغیزمن پالن‬
‫جوړولو‪ ،‬د پروژې د هر فعالت لپاره د مشخص وخت ځانګړی کولو او د پروژې پر مهال د پرمختګ څخه د ښه څار د‬
‫موقع برابرولو په برخه کې مرسته کوي‪.‬‬
‫یو ساده خو ډير موثر تخنیک د ګانټ‌چارټ ترتیبول دي‪ .‬ګانټ چارټ د پروژې له مدیر سره د پروژې په سمه او اغیزمنه‬
‫توګه په تر سره کولو کې مرسته کوي‪ .‬الندې ساده نمونه د پروژې د پورته ذکر شویو لسو مرحلو یا فعالیتونو سره ترتیب‬
‫شوی دی‪.‬‬

‫د ګانټ چارټ نمونه‪:‬‬

‫اخځلیک‪:‬‬
‫پورته لیکنه او په دې برخه کې د ال زیاتو مالوماتو د تر السه کولو لپاره الندې مهم ماخذونه وړاندیزوم او دا مقاله د همدې‬
.‫سرچینو په رڼا کې لیکل شوې ده‬

1. S Kumar, P Phrommathed - 2005 – Springer (Research Methodology)

2. CR Kothari - 2004 – (Research methodology: Methods and techniques)

3. G Marczyk, D DeMatteo, D Festinger - 2005 – (Essentials of research design and methodology.)

4. I Newman, CR Benz – 1998 (Qualitative-quantitative research methodology: Exploring the


interactive continuum)

5. K Peffers, T Tuunanen, MA Rothenberger… - Journal of …, 2007 - Taylor & Francis (A design
science research methodology for information systems research)

6. L Koul - 2009 - Vikas publishing (Methodology of Educational Research)

7. SJ Taylor, R Bogdan, M DeVault - 2015 – (Introduction to qualitative research methods: A


guidebook and resource)

You might also like