Professional Documents
Culture Documents
سریزه
بسم هللا الرحمن ارحیم
انجینري
انجینري د ساینس په نړۍ کې یوه داسې پراخه برخه ده چې د ژوند هر ډګر ورسره تړلی دی ،په
بحرونو کې له تګ راتګ نیولې بیا تر سپوږمۍ ختو پورې .د انجینر دې پراختیوالي ته په کتو انجینري
ډېرې څانګې داسې دي چې د یو بل سره ارتباط لري .په ځانګړي ډول سره سېول انجینري کومه چې د
انجینري لویه څانګه ده ،د یوې څانګې په نشتون سره بله بله څانګه نیمګړې بلل کیږي.
سيول انجنيري د پخوانيو څانګو څخه ده .دا نوم ځکه ورکړل شوی چې د نظامي انجنيـري
څخه یې فرق وشي.
سروې
د سروې مسلک د انجینري په برخه کې د ستر اهمیت درلودونکې دی ځکه د هر ډول پروژې د ترسره
کولو لپاره لومړنی کار چې ترسره کیږي ،هغه سروې ده .نو ځکه سروې هغه مسلک دی چې د هغې
زده کړه د هر انجینر لپاره ضروري او الزمي ده .داسې یې تعریفوو :سروې هغې هنر او پوهې ته ویل
کیږي چې د هغې په مرسته د ځمکې د مخ د نقطو نسبي ارتفاعات نسبي افقي فاصلې او د خطونو تر منځ
افقي او شاقولي تعین او د ځمکې د مخ ټول تفصیالت یا عوارض د نقشې په مخ وښودل شي.
پروژه
دا چې موږ د سروې د اهمیت په باره کې معلومات وړاندې کړل نو زموږ دا پروژه هم د سروې اړوند
ده او موضوع یې تفاضلي ( )Deferentialلېولنګ ده .د تفاضلي ( )Deferentialلېولنګ موخه د
یوې افقي سطحې لېول کول دي هغه که د هر مقصد لپاره وي.
طریقه یې دا ده :لومړی مو لېول ماشین په داسې ځای کې اعیار کړ چې ټولې نقطې مو ورڅخه کنترول
کړې ،بیا مو له A1نقطې څخه په دترتیب سره تر S8پورې سټاپونه واخیستل وروسته مو جدول
ترتیب کړاو محاسبه مو ترسره کړه ،له محاسبې څخه موږ ته Maxاو Minنقطې معلومې شوې چې له
هغه څخه موږ ته استاد Formation levelاو Slopeراکړل چې موږ بیا له راکړل شوي Slope
Formation levelڅخه د نقطو ارتفاعات وروسته له Slopeڅخه پدا کړو .وروسته مو Cuttingاو
Fillingپیدا کړل او بیا مو د Cuttingاو Fillingحجم پدا کړ چې ټوله طریقه یې په اخېرکې ذکر شوې
ده.
د پروژې د اهمیت په باره کې به دومره ووایو چې دې پروژې له موږ سره دا مرسته وکړه تر څو
ساحوي کار او دلېول اړوند موضوعات په بشپړ ډول په عملي ډول زده کړو.
له استاد محترم پوهنیار ریس خان "الفت" څخه یوه نړۍ مننه چې موږ یې دا ډول پروژې راکړې تر څو
نظري درسونه په عملي بڼه زده کړو.
له دې کار وروسته موږ اوس موږ کوالی شو چې یوه سطحه لېول کړو .یو مشخص سلوپ ورکړو...
ددې پروژې اجرا کوونکي غړي:
امان هللا ( ، )10عبدهللا ( ،)18وحید هللا ( ،)48شمس الرحمن ()90