Professional Documents
Culture Documents
۱۳۹۴ل ل کال:
د افغانستان اسالمی جمهوریت
د لـــــــوړوزده کــــــړو وزارت
ننګـــــــرهـــــــار پوهنـــــــتون
د وترنری علـــــــومـو پوهنځی
۱۳۹۲ل ل کال:
منن لیک
د هرڅه نه مخکی د خپل پروردګار هللا(ج) شکرونه ادا کوم چی ماته د دی موضوع د موادو راټولولواو
ترتیبولو توان او توفیق راکړ .په دوهم قدم کی د خپل رهنما استاد پوهاند احمد فرید دانش څخه د زړه له
کومی مننه کوم چی ماته یی په مختلفو وختونو کی د موضوع دسالمی لیکنی لپاره الزمی رهنمایی او
مشوری راکړي دي .همدارنګه د وترنری علومو پوهنځی دټولو استادانو څخه باالخصوص هغه استادان
چی ماسره د موضوع په لیکنه او ترتیبولو کی مرسته کړي ډیره زیاته مننه کوم.
همدارنګه د ننګرهار د کرنی ریاست او د وترنری آمریت نه مننه کوم چی ماته یی په مرکزي مسلخ کی
زمینه برابره کړه ترڅو موضوع پوری مربوطه مواد را جمع کړم.
د ننګرهار په مرکزي مسلخ کی مسئول ډاکتر څخه د زړه له کومی مننه کوم چی ماسره یی په مسلخ کی
ډیره زیاته مرسته کړی ،همدارنګه د مسلخ ټول پرسونل څخه مننه کوم چی په ډیر اخالص او مینی یی
ماسره همکارکړی دی.
په هر صورت باید ووایم چی د وترنری علومو پوهنځی د ټول پرسونل څخه ممنون یم چی هر وخت یی
ماسره همکاري کړی او ماته یی د موضوع په لیکنه کی حوصله او جرات رابخښلی.
په اخره کی دا خبره جوته کړم چی کیدای شی دا لیکنه د موضوع ټولو برخو ته ځواب ورکونکی نه وي
خو بیا هم د خپل الرښود استاد په مرسته او تشویق د دی جوګه شوم چی راکړل شوی موضوع په مکمل
ډول سره ترتیب او تحلیل کړم او خپله لیکنه د وترنری علومو پوهنځی او ټولنی ته د استفادی لپاره وړاندی
کړم خدای دی وکړي چی د دوی د استفادی وړ وګړځي.
څیړونکی
نتیجه()Result
دغه څیړنه چی د ننګرهار مرکزی مسلخ کی د شپږو میاشتو په موده کی ترسره شوی ۲۴۰راسه
غواګانی په تصادفی ډول سره د حاللی نه مخکی او وروسته معاینه شوی چی د معاینه شوی حیواناتو
تعداد ،د بدن حالت ،غړی او موندل شوی پتالوژیکی تغیرات په(لمړی جدول) کی ښودل شوی.
لمړی جدول :د معاینه شوی حیواناتو د بدن حالت ،پتالوژیکی تغیر ،غړی او ناروغی ښودل شوی.
کی دری قسمه غواګانی حاللیږی(ښه ،منځنی او څیړنه راښیی چی د ننګرهار په مرکزی مسلخ
کمزوری) ،چی پدوی کی لوړه فیصدی د منځنی حالت درلودونکی غواګانی دی چی فیصدی یی ٪۵۲.۰۸
ته رسیږی .د دی ډول غواګانو د بدن حالت په منځنی ډول ښه ،د مخاطی غشاګانو رنګ یی نارمل صحی
حالت یی ښه او د پوټکی ځال پکی موجوده وه.
هغه غواګانی چی د هغ و د بدن حالت ښه وه په دوهمه درجه کی راځی چی د هغوی فیصدی ٪۳۰.۸۴ته
رسیږی .د دی غواګانو د بدن حالت ډیر ښه ،هډوکی یی په غوښه باندی پټه وه ،مخاطی غشاګانی یی بالکل
نارمل صحی وضیعت یی نارمل او د پوټکی ځال یی هم ډیر ښه وه.
دریمه درجه هغه غواګانی دی چی د بدن حالت یی خراب او ډیر کمزوری وه د پوټکی حالت یی ځیږه،
صحی حالت یی غیر نارمل او هډوکی یی ښکاره کیده .د دی غواګانو فیصدی ٪۱۷.۰۸ښودل شوی.
لیکن په دی غواګانو کی داسی هم موجود وه چی د حاللی نه وروسته کوم پتالوژیکی لیژن پکی و نه
موندل شو(دویم جدول).
دویم جدول :په الندی جدول کی د حاللی نه مخکی د غواګانو د بدن حالت او د هغوی فیصدی ښودل شوی.
فیصدی د حاللی نه مخکی د معاینه شوی غواګانو تعداد د حیوان د بدن حالت
۳۰.۸۴ ۷۴ ښه
۵۲.۰۸ ۱۲۵ متوسط
۱۷.۰۸ ۴۱ کمزوری
۱۰۰ ۲۴۰ مجموعه
په دغه څیړنه کی چی د حاللی نه وروسته کوم معاینات ترسره شوی په هغو کی د ذبح شوی حیوان جسد،
او داخلی اعضاوی شامل وه .هغه غواګانی چی د هغوی جسد او داخلی اعضاوی نارمل او هیڅ کوم
پتالوژیکی افت یی نه درلود ،د دغی څیړنی له مخی ۶۷.۹۱فیصدو ته رسیږی.
هغه غواګانی چ ی د حاللی نه وروسته د هغو په جسد او یا هم داخلی غړو کی پتالوژی لیژنونه موجوده وه
د هغوی تعداد ۳۲.۰۹ته رسیږی(دریم جدول).
دریم جدول :په الندی جدول کی د حاللی نه وروسته د نارمل او هغه غواګانی چی په هغو کی پتالوژیکی
تغیرات موجود وو ښودل شوی.
فیصدی د حاللی نه وروسته د معاینه شوی غواګانو تعداد د حیوان د بدن حالت
۶۷.۹۱ ۱۶۳ نارمل
۳۲.۰۹ ۷۷ د پتالوژیکی تغیراتو
موجودیت
۱۰۰ ۲۴۰ مجموعه
د (څلورم جدول ) په اساس په دغه څیړنه کی چه ۲۴۰غواګانی د حاللی نه مخکی او وروسته معاینه
شوی په مختلفو غړو کی مختلف پتالوژیکی لیژونونه او ناروغی موندل شوی چی په (څلورم جدول) کی
ښودل شوی.
د موندل شویو ناروغیو له جملی څخه د پوټکی خارجی پرازیتونه ،٪۲،۵فاسیولیازیس ،٪۱۰.۸۳ابسی
،۳.۷۵٪پریکاردیتیس ،٪۱.۶۶پنومونیا ،٪۱.۶۶تومور ،٪۰.۴۱د معدی او کولمو چنجیان ،٪۵.۸۳
شحمی ځیګر ، ٪۲.۰۸د ځیګر او سږو هیداتید سیست ، ٪۲.۰۸د سږو احتقان ٪۰.۸۲او ډنګروالی
۰.۴۱٪ښودل شوی.
په موندل شویو پتالوژیکی لیژنونو د واقعاتو لوړه فیصدی فاسیولیازیس ٪۱۰.۸۳ورپسی د معدی او
کولمو چنجیان ، ٪۵.۸۳د ځیګر،سږو او پښتورګو ابسی ،٪۳.۷۵شحمی ځیګر ، ٪۲.۰۸او هیداتید
سیست ٪۲.۰۸ښودل شوی.
څلورم جدول :په جدول کی موندل شوی پتالوژیکی حالتونه ،غړی او د پتالوژیکی حالتونو فیصدی ښودل
شوی.
د حاللی نه مخکی د کلینیکی معایناتو له مخی هغه غواګانی چی په فاسیولوزیس باندی اخته وو ،مخاطي
غشاګانی یی کمرنګه ،بدن یی کمزوری او په ځینو کی یی bottle jawهم ولیدل شو .داچی فاسیوال د
ځیګر په پارنشیما کی د وینی بهیدنی او همدارنګه په حاد فاسیولوزیس کی د بالغو چنجیانو پواسطه د وینی
خوړل د کمخونی باعث ګرځي ،په نتیجه کی مخاطي غشاګانی کمرنګه معلومیږي.
هغه غواګانی چی په حاد فاسیولوزیس( )Acute Fascioliasisباندی اخته وو د هغوی ځیګر په کمه
اندازی سره پړسیدلی یا غټ ،څنډی یی مدور او رنګ یی د نارمل اندازی څخه یو څه کمرنګه وه ،ځیګر
یی بی قاعده څنډی ،رنګ یی کمرنګه او د قوام له نظره یو څه کلک جوړښت درلود .همدارنګه د ځیګر په
ښي ،کیڼ او وروستی برخو په سطحو کی اکزودات ،وړوکي او غټ نقطوي وینه بهیدنی هم ولیدل شو.
هغه بالغ چنجیان چی د صفراوي مجراګانو په داخل کی وجود درلود په نوموړي مجراګانو کی د اپیتل
نکروزیس او السرونو سبب ګرځیدلی وه (اول او دویم شکل).
همدارنګه د مکروسکوپیک ( )Gross Pathologyمعایناتو له مخی هغه غواګانی چی په مزمن
فاسیولوزیس) (Chronic Fascioliasisباندی اخته وه ،د ځیګر په اندازه کی یی تغیرات ولیدل شو یعنی
د ځیګر په پارنشیما کی د التهاب او فایبروزیس له امله د ځیګر غټوالی منځ ته راغلی وه ،عالوه له دینه په
صفراوي مجراو کی یی بالغ چنجیان هم ولیدل شو(دریم شکل).
د څیړنی ن تایج ښیی چی د ننګرهار مرکزی مسلخ په ذبح شویو غواګانو کی د هیداتید سیست ناروغی
واقعات ٪۲.۰۸ته رسیږی .نوموړی واقعات زیاتره په ځیګر او سږو کی وموندل شو .مکروسکوپیک
معایناتوله مخی هغه پتالوژیکی تغیرات چی د هیداتید سیست له امله په ځیګر او سږو کی را منځ ته شوی
وو عبارت دی له ،نوموړی سیست د شیدو ته ورته سپین رنګ ،په مختلفو سایزونو سره چی ځینی یی
سطحی او ځینی نور یی د پارنشیما په داخل کی قرار درلود ،اکثر یی د یوی واحدی سیست په شکل سره
ولیدل شو(څلورم شکل).
همدارنګه په دی څیړنه کی په ځیګر ،سږی او پښتورګو کی آبس هم وموندل شو چی ځینی آبسی یواځی په
یو اورګان او ځینی یی هم په یو وخت کی په مخلتفو غړو( ځیګر سږی او پښتورګو ) کی موجودی وی .په
عمومی ډول سره د آبسو واقعات ٪۳.۷۵ښودل شوی .په مکروسکوپیک ډول سره هغه آبسی چی په
ځیګر کی موجودی وی د ځیګر د کپسول الند په مختلفو اندازو او شکلونو نوډولونه چی ځینی یی سطحی
او ځینی یی عمیق او ژیړ ریګه زوه پکی موجود وو ،ولیدل شو .همدارنګه په ورته ډول سره نوډولونه په
سږو او پښتورګو کی هم وموندل شو(پنځم شکل).
د څیړنی د نتیجی په اساس د ذبح شویو غواګانو په معده او کولمو کی د چنجیانو موجودیت هم تشخیص
شوی چی د فیصدی په لحاظ د فاسیوال نه وروسته په دوهمه درجه کی راځی د معدی او کولمو چنجیانو
فیصدی ٪۵.۸۳ته رسیږی ،چی اکثر یی نماتودا او تریماتودا وو.
هغه غواګانی چی په شحمی ځیګر( ) fatty liverباندی اخته ول د ځیګر اندازه یی غټه ،رنګه یی ژیړ
او قوام یی نرم وو(شپږم شکل)
په څیړنه وموندل شو چی ځینی حیوانات په پریکاردیتیس باندی اخته وو ،د دی حیواناتو د بدن حالت
خراب ،ډنګر او دغاړی او سینی په برخه کی اډیما موجود و ،د حاللی نه وروسته د نوموړی غواګانو د
پریکاردیوم پردی ډبل والی او د مزمن التهاب مشخصاتو په درلودلو سره تشخیص شو(اوم شکل).
همدا رنګه رنګه د پوټکی پرازیتونه ،ډنګروالی ،پنومونیا ،د سږو تومور او د سږو احتقان په ډیره کمه
فیصدی سره وموندل شو(اتم شکل).