Professional Documents
Culture Documents
پوره اوولس کاله مخکې په همداسي یوه تیاره ماښام چې د ۱۰۰۳لومړي کال د اکتوبر
له ۷مې سره بربرابریږي د امریکا تک شین سهار او په افغانیستان کې د ۳۱۳۰لمریز
کال د تلې ۳۱مه د یکشنبې ماخستن شاوخوا نهه بجې وې چې د هغه وخت د کابل
راډیو عادي خپرونې په ټپه ودریدې.
له فضا څخه امریکایي سپوږمکیو د څار سترګې د افغانستان پر خاوره ګنډلې وې او
د مظلوم افغانستان په بې دفاع هوا کې بی ۱۱ډوله الوتکې څرخیدې .تر سهاره لا
ځیني عام افغانان په دې نه پوهیدل چې څه پېښ شوي؟
په ښکاره ،دا هرڅه د ۱۰۰۳م کال پر امریکا د سپټمبر د بریدونو له امله وو ،خو داسي
ویل کېږي چې له دوهمې نړیوالې جګړې تر ۱۰۰۳م کال پورې امریکا په ۰۰هیوادونو
کې د د وی خلاف حکومتونو د را پرزولو هڅې کولې او دا خبره ډاکټر رحت ربي
زرکیار د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د یو لوړ پوړي مامور ( ویلیم بلوم ) د کتاب
(بد ذات دولت) له مخې څرګنده کړې.
د امریکې د همدغه ډول سیاست لړۍ په ۱۰۰۳م کال د اکتوبر په ۷له افغانستان څخه
پیل شوه او د اسلامي تمدن پر وړاندې د لویدیځ پخوانۍ کرکه یي څرګنده کړه چې د
امریکا د هغه وخت ولسمشر ( بوش ) په وینا ( دا به یوه بله صلیبي جګړه وي ) ،هسې
د سپټمبر د ۳۳په څیر یوې بهانې ته اړتیا وه چې څرنګه هغه د میږي او لیوه غوندې
(اوبه دې ولې له کته راخړې کړې ) یوه پلمه جوړه کړي او داړې وغورځوي .کنه په
دومره پرمختللي هیواد کې د دریو ساعتونو په اوږدو کې د الوتکوو تښتول او بیا
هدفونه لاندې کول ،د امریکا په جادویي ټکنالوژۍ بې شمیره شکونه پیدا کوي.
دغه ډول چلونه او بهانې د امریکایانو ډېرې پخوانۍ تجربې دي ( د ۱۰۰۳کال د سپټمبر
له ۳۳نه ۰۰کاله مخکې په کال ۳۳۹۳م په دسمبر کې د جاپان قواوو د امریکې په پارل
هاربر بندر برید کړی و او هلته پروت سمندري ځواک یي وېجاړ کړی و ،چې دونیم زره
امریکایان پکې ووژل شول.
ادعا داسي ده :د امریکې د هغه مهال ولسمشر فرنکلین دېلانو روزوېلټ پوهیدو چې
کومه پېښه کېدونکې وه ،خو د هغې مخه یي ونه نیوله ،د دې لپاره چې دوهمې
نړیوالې جګړې ته د ورداخلیدو لپاره دفاعي پلمه او په اسانۍ سره د خپل ولس توافق
لاسته راوړي.
د امریکې د هغه مهال د سمندري ځواک مشر ناکس وایي :چې ولسمشر روزوېلټ یي
په پارل هاربر باندې د حملې په ورځ په سپېنه ماڼۍ کې لیدلی و .د ناکس په اند :اصلا
پر ځان ډېر باورمن روزوېلټ په دغه ورځ اندېښمن مالومیدو ،دسپین ټوکر پشان یي
رنګ تښتېدلی و .د سمندرې قوې وز یر (ناکس) زیاتوي :چې زما په اند هغه
(روزوېلټ) توقع لرله ،چې ووهل شي ،خو د دې هیله یي نه لرله چې ټپي شي.
دلته پخپله د ولسمشر فرنکلین دېلانو روزوېلټ وینا هم د کلک پام وړ ده ( :په
سیاست کې هیڅکله هم یوڅه ناڅاپه نه رامنځته کېږي ،که پېښ شي نو ډاډه اوسئ
چې پلان به یي همداسي و) ( ۱۰۳ :۳او ۱۷۰مخونه )
لاني کای د هغې سمندرې بیړۍ نوم و چې روزوېلټ په قصدي ډول د دې لپاره په وسلو
سمباله کړې وه چې د چاپاني ځواکونو ورته پام شي او برید پرې وکړي.
خو جاپانیانو په پارل هاربر برید وکړ او هلته مېشت سمندري پوځ یي له منځه یوړ ،په
همدې سره د روزوېلټ طبعیت لږ خراب شو ،چې جاپانیانو ولې د دوی ټاکل شوی
ښکار په نښه نه کړ؟ په هغه وخت کې چې له امریکا پرته نور ځواکمن هیوادونه په
جګړه کې ښکیل و ،نو امریکا ځان په چیخله ګراو چې په جګړه د ور ګډیدو لپاره
هسې یوه پلمه پیدا کړي.
هو رښتیا ه م ،امریکایانو هر څه همداسي پلان کړي وو ،دوی مخکې له مخکې په
امریکایي هدفونو د جاپان له نیت څخه خبر شوي و او د همدې لپاره یې په پارل هاربر
بندر کې پوځونه مېشت کړل ،یوه جوړه شوې بیړۍ یي په وسلو بار خو له پوځیانو تشه
لږ مخکې ور ولیږله ترڅو د سر زیان پکې کم یا بیخي نه وي ،خو جاپانیانو د دوی فکر
درک کړی و او مخامخ یي په سمندري هډې برید وکړ ،چې روزوېلټ داسي تمه نه لرله
او غشي یي په خپل ټټر ونښت.
جاپان غوښتل چې له امریکا سره تر ګریوان ونیسي ،امریکا غوښتل چې له خپلې
خاورې بهر باید جګړه وکړي ،چې نه یي کور وېجاړ شي او نه یې اقتصاد ته ډېر زیان
ورسیږي .په همدې وختونو کې امریکا په ځان ډېره باوري شوې وه او جګړې ته یې په
دې زړه کیدو چې نوې اټومي پروژه یي هم پکار اچولې وه.
له روزوېلټ ورسته د هغه مرستیال امریکایي ولسمشر ټرومن د ۳۳۹۱م کال د اګسټ
په ۰نېټه د اتومي بم کا رونې امر ورکړ او جاپان یې له پښو وغورځاوه ،نو هم د امریکا
نړیوال رقیبان حیران شول او هم ورسره جوخته دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده.
د سپټمبر پېښه او د اکتوبر یرغل هم د امریکا د هغې پخوانۍ ډرامې لړۍ وه چې
غوښتل یې د خپلو وسلو او زور ازمویلو لپاره یو لابر اتوار جوړ کړي ،په منځنۍ اسیا
کې د خپلو رقیبانو (چین ،روسیې ،ایران او عراق) نبض ته ورنږدې شي ،د وسلو په
استعمال او خرڅ سره خپل دریدونکي اقتصاد وغوړوي ،د بیکارۍ مخنیوی وکړي او
خپلو جوړو کړو جګړیزو وسلو د خرڅ لپاره نوي بازارونه ومومي ،همدارنګه ترټولو
مهمه دا چې د اسلام او مسلمانانو مخ ښه کیدونکی حالت بیرته شاته ټیل وهي په
منځني ختیځ کې د تیلو زیرمې ،په افغانستان کې ناسپړل شوي یورانیم او نور کاني
توکي ترلاسه کړي .ځکه خو پلمو او بهانو ته اړتیا وه.
په دې خبره ټول پوهیږي چې سیاست دوه مخه لري ،که د تاریخ پاڼ ې واړو په کال
۳۳۱۱م کې هټلر د المان د پارلمان ودانۍ ته اور ورته کړ او په دې پلمه یې خپل
مخالفین ( کمونیستان ) سخت وځپل ()(Reichstagsgebäude) ۹: ۱ .
په همدې ډول د ۱۰۰۳م کال د سپټمبر په ۳۳امریکا د خپلو لوبو بل پړاو د خپلو
سوداګریزو برجونو په نړولو پیل کړ ا و پر افغانستان د اکتوبر عملیاتو ته یي له خپل
هیواد او خلکو څخه د دفاع ،د بشر د حقونو ملاتړ ،د ښځو د حقونو پرځای کول ،د زده
کړو عامه کول ،په نړۍ کې د سراسري سولې رامنځته کول او د نړیوال تروریزم پر
وړاندې مبارزې نوم ورکړ ،د سپټمبر له پېښې شاوخوا اته میاشتې مخکې چې
ولسمشر بوش په ټاکنو کې بریالی شو ،نو ټول واکمن ټیم یې غوښتل چې د ختیځو
هیوادونو په ځانګړې توګه د عراق په اړه باید فکر وکړي.
په کال ۳۳۳۳م جنورې کې ډانالډ رامسفلیډ ،پاول ولفوویتڅ ،ریچارډ پرلې او د
جمهوري ګوند نورو( )۳۳تنو افراطیانو (د خلیلزاد) په شمول د هغه مهال ولسمشر
(بیل کلینټن) ته لیک استولی و او ټینګار یې کړی و چې د امریکې په نوې سټراتیژۍ
کې له بل هر څه د مخه دي د صدام حسین د رژیم قدرت ړنګ شي) ( ) )۱۳۱ :۳
همدارنګه د ۳۳۳۰م او ۱۰۰۳کلونو ترمنځ د امریکا په مشرۍ ډېرې داسي غونډې شوې
وې ،ترڅو په افغانستان کې د طالبانو د نظام د ړنګولو په اړه یوه پرېکړه وشي .ډاکټر
رحمت ربي زیرکیار په خپل کتاب ( د نوي سیاست الجبره ) ۱۰۷مخ کې لیکي :ګري
شرون چې له ۳۳۳۰تر ۳۳۳۳م پورې په اسلام اباد کې د سي ای اې مشر و افغانستان
ته یي څو ځلې پټ سفرونه کړي و او له احمد شا مسعود سره یي لیدلي و .همدارنګه د(
سپینې پاڼې د «طالبانو د لرې کولو پلان » )په نوم یو عنوان لاندې څرګندوې چې د
۳۳۳۳م کال په نیمایي کې د ( سپینې پاڼې ) په نوم یوه نږدې ۹۰مخیزه لیکنه را ووته
چې په واشنګټن کې د افغانستان فونډیشن لپاره لیکلی شوې وه او یاده موسیسه په
۳۳۳۰م کال جوړه شوې وه.
د هغه په وینا سپینې پاڼې (په افغانستان کې د امریکې سیاست ،سیالي او د حل
لارې) لټولې او دا لیکنه د هغې کمیټې لخوا ترسره شوې وه چې مشر یي زلمی
خلیلزاد و .د ښاغلي زیرکیار په وینا د یادې موسیسې سپینو پاڼو ښودله چې د ۱۰۰۳
کال د سپټمبر د حملو د ورپسې عملیاتو لپاره یوه طرحه وه ( )۳۳۹: ۳ .
د ۳۳۳۹م د اګست په میاشت کې چې اسامه بن لادن د امریکا او اسراییلو پر ضد د
جهاد اعلان وکړ او ( په ۳۳۳۳م کال د اګست په ۱۰نېټه په نایروبي او دارالسلام (د
کینیا او تانزانیا) په پلازمینو کې د امریکا په سفارتخونو حملې وشوې او پکې ۱۱۹
پنځوس تنه ووژل شول ،امریکا اسا مه او د هغه القاعده ډله پړه وبلل او په ځواب کې
یي د ۳۳۳۳م د اګست په ۱۳مه په افغانستان او سوډان د اسامه بن لادن په
استوګنځایونو توغندیزې حملې وکړې ،خو هغه ته پکې هیڅ زیان ونه رسید: ۰ () .
)۱۱۳
د زیرکیا ر په وینا همدغه توغندیز بریدونه په ( سپینې پاڼې ) کې څو ځایه یاد شوي
دي.
د ۳۳۳۳م کال د اګسټ په میاشت کې امریکې د سوډان هیواد د الشفا په نوم هغه
ودانۍ په نښه کړه چې درمل یي جوړول او د دوی په وینا کیمیاوي وسلې پکې
جوړیدې ،د جان پیلګر په وینا هلته د نري رنځ او ملاریا درمل جوړیدل .سوډان له
ملګرو ملتونو څخه د څا ر غوښتنه وکړه ،خو امریکا هیڅ اجازه ورنه کړه.
امریکا له طالبانو څخه د اسامه د ورسپارلو پرلپسې غوښتنې کولې .امریکا د ځان او
ملګرو پر وړاندي یي هر پېښیدونکي ګواښ د اسامه له اړخه ممکن باله .امریکا
اسامه بن لادن په څو ورانونکو پېښو تورن کړی و ،همدا لامل و چې د سپټمبر له
بریدونو سره سم یي له ځنډ او څېړنو پرته پړه پر اسامه واچوله او ولسمشر بوش په یوه
اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې هغه دې ورته
وسپاري ،د طالبانو مشرتابه غوښتنه وکړه چې د پېښو څېړنه دې وشي او له شواهدو
ورسته به اسامه نړیوالې محکمې ته وسپاري ،خو هغوی دا هیڅ هم ونه منل او بې
قیده و شرطه یې د هغه د ور سپارلو غوښتنه کوله.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر ( وکیل احمد متوکل ) له رسنیو سره
په مرکه کې ویلي و چې موږ غوښتل له امریکا سره نورې خبرې وکړو ،ترڅو د جګړې
مخه ونیوله شي ،خو امریکا هیڅ وخت را نه کړ او له جګړې پرته یي بله لاره غوره نه
کړه.
فډرال سرچینې د نیویارک له ښاره د ښکاره ټکر خبر ورکوي ،ولسمشر ورته لار
ښوونه کوي او له لږ ځنډ ورسته ټولګي ته ننوت ،دوی دا یو ټکر وباله نه حمله ،د
امریکا د هوایي چلن یوه بوینګ ۷۰۷ډوله مساپر وړونکې الوتکه چې له ۳۱۰۳پوټه
لوړ شمالي برج سره لګیدلې وه ،نندارچیانو فکر کاو چې دا هسي تصادفي ټکرو ،د
الوتکې تخنیکې ستونزه او یا د پیلوټ بې پروایي وه ،خو لس یولس دقیقې لا نه وې
تېرې شوې چې دوهمې الوتک ې دوهم برج په نښه کړ ،په دوهم ځل ټیلفون سره اري
فلایشر ته خبر راغی چې امریکا تر ګواښ لاندې ده ،اري غوښتل په پټه بوش خبر کړي
،خو د سپیې ماڼۍ د کارکوونکو مشر اندي کارد وار ړومبی کړ ،د ولسمشر په غوږ
ورپریوت او د دویمې الوتکې د ټکر زیری یي ورکړ .په نهه نیمې بجې ولسمشر خپل
دریځ اعلان کړ چې ګواکې امریکا تر یرغل لاندې ده او موږ به هرومرو خپل غچ اخلو
هغه وویل چې د دې برید عاملین به ډېر دروند تاوان پرې کوي ،هغه لا خبر نه و چې
درېیم برید ته لا اته دقیقې پاتې دي او هغه الوتکه چې غوښتل یي د امریکا د دفاع
وزارت ( پ نټاګون ) په مښوکه ووهي لا پر لاره وه.
په راتلونکیو ورځو کې دا څرګنده شوه چې څلور واړه الوتکې عربي ځانمرګیو
بریدګرو تښتولې وې ،چې د ۱۳۱د الوت ،سرښندویو سپرلیو یوې ډلې د څلورمې
بربادوونکې حملې هڅه ناکامه کړه ،په څو نورو راتلونکیو ورځو کې د ا څرګنده شوه
چې دغه بریدونه د یوه نوي ترهګر تنظیم د ډېر دقیق پلان شویو عملیاتو برخه وه،
سمدستي پر اسامه بن لادن شک وشو او ډېر زر ایف بي آ ی ته دا معلومات په لاس
ورغلل چې د ت رهګرو یوه شبکه په امریکا کې فعاله شوې ده ،چې ځینو غړیو یې دلته
د پیلوټي زده کړې هم کړې وې.
د ۳۳تنو برمته کوونکیو ترهګرو نومونه هم معلوم شول ،خو د دوی د مستعارو
نومونو په باب دومره اندېښنې وې ،چې د ریښتینې پیژندنې مخه یې ډب کړې وه .په
راتلونکو اونیو کې پلټنې روانې وې او د اکتوبر پر ۹مه د بریتانیا صدراعظم ټوني
بلیر ،اعلان کړه چې کره ثبوتونه چې ردیدای نشي ،پیدا شوي چې ،د سپتمبر د ۳۳مې
په بریدونو کې القاعده او اسامه لاس لري.
دوی دا اعلان هم وکړ چې له ۳۳څخه د درېوو تنو ځانمرګیو اصلي شناخت شوی ،دوی
د اسامه مشهور ملګري دي ،د دوی د ۳۱تنو په باب دا معلومات وشو چې د سعودي
عربستان اوسیدونکي وو ۱۰۱ :۱ ( .او ) ۱۰۰
وارخطا امریکا خپل حواس له لاسه ورکړي و دوی خپل عکس العملونه په ګواښونو
څرګند کړل ،پرویز مشرف په خپل کتاب (د اور پر کرښه کې) لیکي :په هغه مازدیګر
زه کر اچۍ ته د محمد علي جناح د باغ د جوړیدو د کارونو د ارزونې او لیدنې لپاره
تللی وم ،مازدیګر مهال و چې زما د مطبوعاتو مسول راته وویل :د امریکا د بهرنیو
چارو وزیر په لیکه کې دی ،له لږ خبرو ورسته هغه په تونده لهجه راته وویل چې
امریکا باندي یرغل شوی او پاکستان دې خپل دریځ روښانه کړي ،چې له دښمن سره
دریږي که له امریکا سره.
په نړۍ کې ټولو هیوادونو دغه پېښه وغندله او په افغانستان کې د طالبانو نظام د
ملامحمد عمر په مشرې پخپله اعلامیه کې د یادې پښې غندنه وکړه ،د ښاغلي
مطمئن په وینا :سمدستي غبرګون داو چې په رسنیو کې د دې پېښې غندنه وکړو او
مشرتابه اسامه ته حال ورواستا و چې ژر دي له دې پېښې سره نه تړاو اعلان کړي ،
اسامه له یوې خوا له پېښي سره نه تړاو اعلان کړ ،له بلې خوا یی ورسره زیاته کړه چې
زه پرې خوښ یم ،دا خبره مشرتابه ته د اندېښنې وړ وګرځیده.
متوکل صیب په کابل کې د نړیوالو رسنیو پر وړاندې وویل :موږ دا پېښه غندو او له
امریکا نه تر ثبوت وړاندې د زغم هیله کوو .مشر له اسامه بن لادن څخه وغوښتل چې
پېښه وغندي ،هغه وویل چې اسامه د پېښې پړه ونه منله خو ویي ویل چې پرې
خوشاله یو ( )۱۰۱: ۹.
د سپټمبر له بریدونو شاوخوا اتلس کاله تېریږي ،خو د دې پېښو په اړه تر اوسه لا کره
مالوم ات چاته نشته ؛ بلکې په اړه یي بیلابیل شکونه شته لکه مخکې چې یادونه
وشوه ډېری سیاسي لیدونکي په دې باور دي چې هرومرو دا یوه جوړه شوې لوبه وه او
د یادې پېښې په اړه فرانسوي لیکوال تیرې میسان د (لوی درواغ) په نوم یو بشپړ
کتاب لیکلی چې د نړیوالو شکونه یې لا زیات کړل ،نوموړی کتاب په ډېرو نړیوالو
ژبو ژباړل شوی او کره دلایل پکې دي چې خلک د امریکا په بد نیت پوهوي.
* په همدې شپه د ایف بي ای (د امریکا د فدرال پو لیسو اداره) مامورین د جولیز او
ګیډي (هغه دوه وروڼه چې د له برجونو سره د ټکر په وخت یي د هغوی پیلم اخیستی و)
کورته لاړل او د دوی هغه پنځه ساعته پیلم یې ترېنه ضبط کړ چې دوی د برجونو دننه
او بهر ډک کړی و.
* د دغه پیلم یواځي شپږ دقیقې یاني هغه برخه دوی ته بیرته ورکړله شوې وه چې پکې
له برجونو سره د الوتکو ټکر ښوودل شوی و .له همدې امله هغه سند چې د برجونو د
نسکورېدو دلیل یي درلود ،د چارواکو له لورې لرې او پټ شو.
* پوځ هم په همدې ډول د خپلو کارکو ونکو او رسنیو ترمنځ په اړېکو بندیز ولګاو ،
خبریالان ونشي کړای د جیټ الوتکو له پیلوټانو او (بارکیدیل )او (اوفوټ) هوایي
ډګرونو له کارکوونکو سره مرکې وکړي.
په امریکا د برید له پېښې درې ورځې ورسته (د سپټمبر په ۳۹نیټه د امریکا د متحده
ایالتونو کانګریس ،ولسم شر بوش ته اجازه ورکړه چې د دوی په وینا د هغو هیوادنو ،
ډلو او یا کسانو پر وړاندي اړین ګامونه پورته کړې چې د ده په فکر ،د سپټمبر په ۳۳
نېټه یي په متحده ایالاتو باندې د برید پلان جوړ کړی و او یا یي له برید کوونکو سره
مرسته کړې وه ،ترڅو په راتلونکې کې د متحد ه ایالتونو پر وړاندې د دغسي
بریدونو مخنیوی وشي )۷۱ :۱ ( .
د ۱۰۰۳م کال د سپټمبر په ۱۰نېټه بوش د کانګریس دواړو جرګو ته خپله وینا واوروله
چې د بریتانیې لومړی وزیر (تونې بلیر ) هم حاضر و ،بوش اسامه بن لادن او د هغه ډله
په رسمي ډول په بریدونو تورنه کړه ،هغه په خپله اعلامیه کې د طالبانو حکومت ته له
ګواښونو سره یوځای په نړیوالو هم غږ وکړ چې دوه لارې لري ( یا دي له امریکا سره
ودریږي او یا دې د دښمن ملګري شي ) .بوش د طالبانو حکومت ته لاندي شرطونه
اعلان کړل:
۳ـ د القاعده ډلې مشر چې ستاسو په خاوره کې پټ دی باید متحده ایالاتو ته وسپارل
شي (د کانګریس غړو لاسونه وپړکول)
۱ـ د امریکایي اتباعو په شمول ټول بهرنیان باید خوشي کړئ
۱ـ په خپله خاوره کې بهرنیو خبریالانو ،مرستندویانو او ډیپلوماټانو ته اجازه وکرئ
۹ـ په افغانستان کې د ترهګرو روزنځایونه باید وتړل شي او ترهګر اړوندو محکمو
ته وسپارل شي
۱ـ متحد ایالات باید د ترهګرو کمپونه وګوري چې رښتیا تړل شوي کنه.
۰ـ موږ د پورتنو شرطونو په اړه له چاسره نورې خبرې نه غواړو.
۷ـ طالبان دي زموږ شرطونه ومني کنه د دوی او ترهګرو پای به یو وي
د اکتوبر په ۱بوش د اساسي قانون خلاف د وزیرانو شورا ته وویل چې مقننه قوې ته له
مالوماتو ورکولو باید ډډه وکړي ()۷۰: ۱ .
د اکتوبر په ۷د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا او بریتانیا استازو د ملګرو متلونو
جرګه ګۍ ته وویل چې دوی په افغانستان کې پوځي عملیا ت پیل کړي .په همدې ورځ
د امریکې ولسشمر بوش په یوه تلویزوني وینا کې وویل:
ماسپښین مو پخیر ! د متحده ایالاتو پوځ زما په امر په افغانستان کې د القاعده په
پټنځایونو اوطالبانو په پوځي جوړښتونو بریدونه پیل کړي دي .زموږ په دقت پلان
شوي هدفونه به افغانستان له القاعده او طالبانو څخه وژغوري ،په دې عملیاتو کې
م و کلک ملګری بریتانیا هم راسره دی او اسټرالیا ،جرمني او فرانسې ژمنه کړې چې
له عملیاتو سره مرسته وکړي ،همدارنګه په منځني ختیځ ،افریقا ،اسیا او اروپا کې
له ۹۰زیاتو هیوادونو د فضا او خپلو هوایي ډګرونو څخه د ګټې اخیستنې حق راکړی
دی .ډېرو هیوادونو راسره اس تخباراتې مالومات شریک کړي او د نړۍ ډلیز ملاتړ
راسره دی ،د طالبانو حکومت زموږ غوښتنې نه دي منلې اوس به لوړ تاوان زغمي او د
افغانستان خلک به د امریکا او ملګرو سخاوت وویني ،موږ به هغوی ته له هوا څخه
غذایي او روغتیا یی توکي وغورځوو ( )۳۰۳: ۱.
هو افغانانو د امریکا سخاوتونه ولیدل ،په کورنو ،ودونو ،کلیو ،فصلونو مو د
هغوی بمونه په سوغاتونو کې قبول کړل ،ماشومان ،ښځې ،سپین ږیري او مشران مو
بې عزته شول دا د غربیانو دوستې لا دوام لري…
– ۱په درېیمه نړۍ کې د خپلو زړو وسلو خرڅول او نوي بازارنونه موندل.
– ۰په افغانستان کې د قیمتي کانونو تر لاسه کول لکه :د هلمند یورانیم ،د نیمروز (
مارګو دښته ) ،د هیواد لرغوني اثار لکه د قبرونو او زیارتونو سپړل چې امریکایي او
ناټو سرتیرو ډېر ځله دا کارونه ترسره کړي هم دي.
۷ــ د امریکا د کورنیو کړکیچونو مخنوی ،د دې لپاره چې د خپلو وګړو ذهنونه بهر
مصروف وساتي.
– ۳د ترورزیم په نوم یو فرضي دښمن جوړول لکه مخکې چې د کمونیزم او
دیکتاتوري په جامه کې یي جوړ کړي و او خپلې جګړې یي پرې توجیه کولې.
– ۳د اسلامي بنسټپالنې د ګواښ مخنوی
– ۳۰دپخواني شوروي پولو ته د ناټو نږدې کول
– ۳۳د چین ،روسیې او هند ګواښول او د عراق او افغانستان په لاندې کولو سره پر
ایران د کړۍ راتنګولو د پروسې بشپړتیا ( )۱۰۱ ،۱۰۳ : ۱
په افغانستان د امریکې له یرغل سره نه د بشر حقونه پرځای شول ،نه ولس واکې
حاکمه شوه ،نه دیموکراسي خپل اصلي رنګ خپل کړ ،نه په نړۍ کې سوله راغله ،نه
په افغانستان کې د دوی په وینا د تروریزم ځالې له منځه ولاړې.
خو پایلې دا دي:
امریکا افغانستان او عراق ته له راتګ ورسته نه کوم اټومي لابراتوار وموند او نه یي
د دوی په اصطلاح د ترهګرو رېښې وایستې ،بلکې افغانستان یي د بې شمیره
استخباراتي جګ ړو په خوله کې ورکړ ،مفسد اشخاص یي واک ته ورسول ،د قومونو
تر منځ یي د نفاق زړي وکرل ،په بهرنیو مرستو ولاړ یو نړیدونکی اقتصاد ،په کورنیو
او بهرنیو چارو کې یو خوړین سیاست ،د ملي ارزښتونو خلاف یو فاسد کلتور او د
ګاونډیانو د سترګو اغزی یو مظلوم افغانستان لا پر ځای پاتې دی.
په عراق کې د کیمیاوي وسلو هیڅ سند نړیوالو ته نه دی ورښکاره شوی ،یواځې یي
هلته د سني او شعیه ترمنځ مذهبي جګړې پیل کړې ،تر څلورسوه زرو زیات عراقي
وګړي یي د مرګ په خوله ورکړل او پخپله د امریکا تر پنځو زرو زیات سرتېري پکې
ووژل شول ،ډېر یي په ا روایي ناروغیو اخته شول او په کوردننه امریکایي وګړي د
افغانستان او عراق له جګړو ستړي شول.
منځنۍ اسیا ته د امریکا له راتګ سره په ډېرو اسیاي هیوادونو لکه :لیبیا ،تونس،
مصر ،سوریه ،عراق ،افغانستان ،سوډان ،سومالیا ،یمن ،فلسطین ،چین ،شمالي
کوریا ،ایران ،ترکیه ،لبنان او ځینو نورو هیوادونو کې پاڅونونو ،مخالفتونو،
ناڅاپي بریدونو ،اقتصادي او سوداګریزو ګډوډیو لا زور واخیست .خو امریکا او
ملګري یي دا هرڅه د هیوادونو د خپلو سیاسي شرایطو زیږنده ګڼي ،حال داچې په پټه
امریکایي استخبارات او متحدین یي د دې ټولو ترشا دي او خپلې ستراتیژیکې ګټې
پکې لټوي.
د غرب په یرغل باندې د اسیا او ختیځ هیڅ سیاست هم خوښ نه دی ،خو د اسیایي
هیوادونو د خپلمنځي اختلافونو له کبله په ښکاره هیڅ نه ویل کېږي او نه عمل کېږي ،
بلکې هرڅه پټ او د وخت په انتظار دي چې لا څه به کېږي ؟
سرچینې:
۳ـ زیرکیار ربي رحمت د نوي سیاست الجبره.
– ۱مېسان تیري ،لوی درواغ د محمد حامد حیدرزي پښتو ژباړه الازهر خپرندویه
ټولنه کابل ۱۰۳۳م.
۱ـ پیټر هار کلیروډ د ( د سي ای اې پټې جګړې ) د ښاغلي زبیر شفقي صیب ژباړه ،د
سپوږمۍ راډیو لخوا خپورشوی ،د چاپ کال ۳۱۳۱لمریز.
۹مطمین عبدالحی ،ملامحمد عمر ،طالبان او افغانستان ،افغان خپرندویه ټولنه
کابل ۳۱۳۰ ،لمریز کال.
– ۱موسوی ،داکتر سید علی ،تاریخ تحلیلی افغانستان ازظاهرشا تا کرزی ،
۳۱۳۳ه.