Professional Documents
Culture Documents
کېله جمهوريت
کېله جمهوريت
کېله جمهوريت يا – – BANANA REPUBLICيوه توهين آمېزه اصطالح ده چې ديکتاتوري
نظامونو ته کارېږي ،په ځانګړي ډول په منځنۍ امريکا ،افريقا او د نړۍ په نورو ځايونو کې،
چېرته چې پانګه او رأس المال د فساد په اوج کې د حکومت سره ټينګه وابسته وي.
ددغې اصطالح تاريخي جرړې د نوولسمې پېړۍ وروستيو او د شلمې پېړۍ اوائلو ته غځېږي،
دا هغه وخت ؤ چې متحده آياالتو او اوروپا کې استعمارچي او مزرعي خلکو په اقتصادي او
سياسي لحاظ د منځنۍ امريکا په جمهوريتونو کې لوي نفوذ پيدا کړ ،خو په واقعيت کې ديکتاتوري
وه او په هر څه يې واک چالوه.
:-کېله جمهوريت؟! اصطالح عامه شوه او هر هغه دولت چې په سياسي لحاظ استقرار ونه لري،
د دولت لوي واردات فقط يو ډول انتاج وي لکه کېله ،ورته کارېږي.
:-په کېله جمهوريت کې د هېواد اقتصاد په کامل ډول په يو ډول وارداتو والړ وي او له يوه
ادرسه واردېږي لکه کېله.
:-کېله جمهوريت يوه توهين آمېزه اصطالح ده ،هغه دولتونه چې د اقتصاد واګي يې اجنبي
شرکتونو او فابريکو سره وي ،ورته کارول کېږي.
:-ددغې اصطالح الندې هېوادونو ځانګړنه داده چې سخت اقتصادي او اجتماعي اساسات لري
او په نتيجه کې يې يوه طبقاتي ناانډولي رامنځته شوي وي او د پاسه پرې ال دا چې د اقتصادي
سرچينو او د پانګو ويش په کې نيمګړی وي.
د کېله جمهوريت اصطالح چېرته او له کومه شوه؟
په لومړي ځل د يو امريکايي ليکوال – أو هنري -په خندوونکو کيسو کې راڅرګنده شوه ،ددغه
کيسو ټولګه په ۱۹۰۴م کې راټوله شوه ،چې د کيسو محور په کې د منځنۍ امريکا يو مجهول
هېواد ؤ ،په ټولو کيسو کې يې دغه مجهول هېواد په – – BANANA REPUBLICکېله
جمهوريت ياداوه ،البته د کيسو له اشاراتو ښکارېده چې هندوراس دولت يادوي.
دغه کلونه هندوراس د څو فاسدو محلي خلکو لخوا د امريکايي استثماري شتمنو په مرسته اداره
کېده ،دغه استثماري شتمنو د وروسته پاتې هېوادونو ټول د کېلو باغونه د خپل واک الندې
راوستې ؤ او حاصل به يې متحده آیاالتو ته لېږداوه.
په دوي کې ډېر مشهور شرکت يې – - UNITED FRUIT COMPANYشرکت ؤ ،په عينې حال
کې دغه شرکت د خپل اقتصادي قوت له مخې د منځنۍ امريکا د څو هېوادنو اداره کوونکی هم
ؤ ،دغه وضعيت بيا د دغه هېوادونو په سياسي استقرار هم پوره اغېز درلوده.
د کېله جمهوريتونو مهمې ځانګړنې:
:۱تر ډېره پر پرديو منتجاتو تکيه او د يو يا څو معينو محصوالتو صادرول.
:۲تکرارېدونکي مدني اضطرابات.
:۳مستبد او غير مستقر حکومتونه.
:۴مکرر عسکري انقالبونه.
:۵د حکومتي فساد پراخه انتشار.
:۶پراخه او خپور فقر.
:۷اقتصادي او اجتماعي څرګند طبقات.
:۸د ټولنې منځنۍ طبقه ورکېدنه او پټېدنه.
:۹د واکدارنو او بې واکو ترمنځ لوي واټنونه.
#ژباړه