You are on page 1of 98

‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫د کتاب ژ‬
‫پېندنه‬

‫د کتاب نوم ‪ :‬زرغون زېري‬


‫شاعر ‪ :‬ر‬
‫ډاکې دیدار یوسفزے‬
‫د چاپ کال ‪ ۲۰۰۱ :‬کال‬
‫خوان پېښور‬
‫ي‬ ‫د چاپ ځائ ‪ :‬دانش کتابتون قصه‬

‫درکونه‬

‫ایجنس پېښور‬
‫ي‬ ‫یونیورسټ بک‬
‫ي‬ ‫‪-۱‬‬
‫‪ -۲‬پېښور پوهنتون ‪ ،‬پښتو څانګه‬
‫‪ -۳‬شعېب سې مینګوره‬

‫‪1‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫تړون‬

‫د دې خاورې د هر ماشوم په نوم‬

‫چ زما د قام زرغون زېرے دے‬

‫ر‬
‫ډاکې دیدار یوسفزے‬

‫‪2‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫فهرست‬

‫مخ‬ ‫ليک‬ ‫شمې‬


‫ر‬
‫‪---‬‬ ‫رسيزه‬
‫‪---‬‬ ‫رسيزه‬
‫‪---‬‬ ‫رسيزه‬
‫‪۱۳‬‬ ‫دا هللا دے ‪ ،‬دا هللا دے‬ ‫‪-۱‬‬
‫‪۱۴‬‬ ‫شم درنه قربان نب‬ ‫‪-۲‬‬
‫‪۱۵‬‬ ‫دا هللا دي پېدا کړي‬ ‫‪-۳‬‬
‫‪۱۷‬‬ ‫عظیم انسان‬ ‫‪-۴‬‬
‫‪۱۹‬‬ ‫ښۀ اخالق‬ ‫‪-۵‬‬
‫‪۲۱‬‬ ‫نعمتونه‬ ‫‪-۶‬‬
‫‪۲۳‬‬ ‫د پښتو ټک‬ ‫‪-۷‬‬
‫‪۲۵‬‬ ‫مور او پالر‬ ‫‪-۸‬‬
‫‪۲۶‬‬ ‫حجره جمات‬ ‫‪-۹‬‬
‫‪۲۷‬‬ ‫کسب ګر‬ ‫‪-۱۰‬‬
‫‪۲۸‬‬ ‫اتالن‬ ‫‪-۱۱‬‬
‫‪۳۰‬‬ ‫زما قلم‬ ‫‪-۱۲‬‬
‫‪۳۲‬‬ ‫ځ بوټ نال ګړو نن‬ ‫ئ ئ‬
‫ځ ر‬ ‫‪-۱۳‬‬
‫‪۳۴‬‬ ‫زۀ به هم لسم ته شم‬ ‫‪-۱۴‬‬
‫‪۳۵‬‬ ‫وايه دوه او درې پنځۀ‬ ‫‪-۱۵‬‬
‫‪۳۷‬‬ ‫مونځ‬ ‫‪-۱۶‬‬

‫‪3‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زۀ د سبا ستورے يم‬ ‫‪-۱۷‬‬


‫‪۳۹‬‬
‫‪۴۰‬‬ ‫رنګونه‬ ‫‪-۱۸‬‬
‫‪۴۲‬‬ ‫وخت د پرسل راغ‬ ‫‪-۱۹‬‬
‫‪۴۴‬‬ ‫وخت‬ ‫‪-۲۰‬‬
‫‪۴۵‬‬ ‫قسمونه د ادراک‬ ‫‪-۲۱‬‬
‫‪۴۷‬‬ ‫روان يمه مکتب له‬ ‫‪-۲۲‬‬
‫‪۴۹‬‬ ‫ځ کله ځوان شمه‬ ‫زۀ ر‬ ‫‪-۲۳‬‬
‫‪۵۱‬‬ ‫د سحر سېل‬ ‫‪-۲۴‬‬
‫‪۵۳‬‬ ‫لوئ محنت نوم دے‬ ‫ژوند د ئ‬ ‫‪-۲۵‬‬
‫‪۵۵‬‬ ‫مارغان‬ ‫‪-۲۶‬‬
‫‪۵۶‬‬ ‫زرغون زيري‬ ‫‪-۲۷‬‬
‫‪۵۸‬‬ ‫ژےم‬ ‫‪-۲۸‬‬
‫‪۶۰‬‬ ‫د دين ارکان‬ ‫‪-۲۹‬‬
‫‪۶۱‬‬ ‫اخې‬ ‫‪-۳۰‬‬
‫‪۶۳‬‬ ‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬ ‫‪-۳۱‬‬
‫‪۶۵‬‬ ‫ازادي‬ ‫‪-۳۲‬‬
‫‪۶۷‬‬ ‫پاکواےل نيم ايمان دے‬ ‫‪-۳۳‬‬
‫‪۶۹‬‬ ‫لوظ‬ ‫‪-۳۴‬‬
‫‪۷۰‬‬ ‫لوټ‬
‫ر‬ ‫‪-۳۵‬‬
‫‪۷۲‬‬ ‫ښاد دې وي تل دا وطن‬ ‫‪-۳۶‬‬
‫‪۷۴‬‬ ‫موسمونه‬ ‫‪-۳۷‬‬
‫‪۷۶‬‬ ‫زۀ تازه ګالب وومه‬ ‫‪-۳۸‬‬
‫‪۷۸‬‬ ‫مخلوقات‬ ‫‪-۳۹‬‬
‫‪۸۰‬‬ ‫خاورې زۀ دې ځوے يمه‬ ‫‪-۴۰‬‬
‫‪۸۲‬‬ ‫ورځ وختونه‬ ‫د شب ئ‬ ‫‪-۴۱‬‬
‫ر‬ ‫ر‬

‫‪4‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫‪۸۳‬‬ ‫علم‬ ‫‪-۴۲‬‬


‫‪۸۴‬‬ ‫زما فطرت‬ ‫‪-۴۳‬‬
‫‪۸۵‬‬ ‫زمونږه دين اسالم دے‬ ‫‪-۴۴‬‬
‫‪۸۶‬‬ ‫زۀ د وطن شان يمه‬ ‫‪-۴۵‬‬
‫‪۸۷‬‬ ‫د ژوند قیصه‬ ‫‪-۴۶‬‬
‫‪۸۸‬‬ ‫زۀ ژوبڼ له تےل ووم‬ ‫‪-۴۷‬‬
‫‪۹۲‬‬ ‫خپلول‬ ‫‪-۴۸‬‬
‫‪۹۳‬‬ ‫څلور نائبان‬ ‫‪-۴۹‬‬
‫‪۹۵‬‬ ‫دعا‬ ‫‪-۵۰‬‬

‫‪5‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫د سباون زېرے‬

‫ئ‬
‫ځ کۀ تۀ د يو کال د پاره منصوبه بندي‬ ‫ژټ يو هوښيار واټ ‪ :‬ر‬ ‫چيب ر‬
‫ۍ‬ ‫د‬
‫کول غواړې نو فصل وکره ‪ -‬کۀ د لسو کالو د پاره منصوبه بندي کول‬
‫غواړې نو باغ ولګوه ‪ -‬او کۀ تل عمري منصوبه بندي دې غرض وي نو‬
‫انسانان جوړ کړه ‪-‬‬
‫انسان جوړول او د هغوي الرښودنه خو يا نبيانو کړې ده يا وليانو او يا‬
‫شاعرانو ‪-‬‬
‫نبيان خو د نب اخرالزمان نه پس نۀ راغل دي او نۀ به راش ‪ -‬خو د‬
‫هغوي پۀ ښودلو الرو تلونک وليان او شاعران لګيا دي پۀ هر دور او هره‬
‫ځد‬ ‫کښ ر‬ ‫کښ خپل کار جاري ساټ ‪ -‬د قامونو پۀ ذهب وده ر‬ ‫زمانه ر‬
‫شاعرۍ څومره برخه ده ‪ -‬د بل يو هې نشته ‪ -‬دا اوس پۀ شاعر منحرصه‬
‫کښ رپب او کۀ پۀ‬ ‫ځ هغه د خپل الهام ملغلرې د رسو زرو پۀ لړو ر‬ ‫ده ر‬
‫ئ‬
‫ډېران رټ نول ‪-‬‬
‫ځ د خپل هې د پکارولو پۀ غرض او غايت پۀ منصب او‬ ‫سوچه شاعر ر‬
‫وټ ملغلرې د اولس د غاړې د هار‬ ‫مقصد ورش ‪ -‬نو د هغه د قام نه ر‬
‫ځليدونک او پړقېدونک غم وي ‪ -‬د اولس د تاج ښکال وي ‪ -‬خو دا برخه‬
‫د ډېرو کمو شاعرانو وي ‪-‬‬
‫د وطن ماشومان د ځوانانو بوزغےل وي ‪ -‬بوزغےل پۀ وخت اوبۀ خور ‪ ،‬څره‬
‫او قلمول پکار وي ‪ -‬کۀ چرې د بوزغل خصمانه پۀ ښۀ ډول ونۀ ش ‪ -‬نو‬
‫پاټ‬
‫سبا له دغه بوزغےل د ودې او سمسورېدو د توان نۀ لرلو له کبله خوار ر‬
‫پاټ ش ‪ -‬سياڼه باغوان د بوټو نه ځان خېدار‬ ‫ش ‪ ،‬رټ قلمه او کم اصل ر‬
‫ځ څاربۀ او اصيل بوټ خلق پۀ مينه خوروي هم او‬ ‫ساټ ‪ -‬ځکه ر‬
‫وسېي ‪،‬‬
‫ړ‬ ‫ځ بوئ پۀ زلم توب راش ‪ ,‬ګلونه‬ ‫سنبالوي هم ‪ -‬او کله ر‬

‫‪6‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ځائېي ‪ -‬پۀ موسم ښۀ اثر‬ ‫ږ‬ ‫کښ نۀ‬ ‫مونګرې وکړي ‪ -‬نو کرونےک بيا پۀ جامو ر‬
‫‪ ،‬ګلونه مېوه ‪ ،‬سيورے او لرګ نه عالوه ونه نورې فايدې هم لري ‪-‬‬
‫ځ څۀ‬ ‫بيخ دغه مثال د يو ماشوم هم دے ‪ -‬د ذهن سازۍ پۀ خال تختو ر‬
‫وليکےل ش ‪ -‬دغه د هغوي د سبا توښه وي ‪-‬‬
‫کښ څۀ زده نۀ کړے شول ‪ -‬نو‬ ‫غېه ر‬‫ځ ماشوم د نيا نيکۀ پۀ ر ږ‬ ‫پخوا به ر‬
‫ځ به کله بورړے‬ ‫هغه به ورته حجرې او کل کوڅو اوښودل ‪ -‬ماشوم ر‬
‫شۀ ‪ -‬د حجرې د وتو به شۀ ‪ -‬نو حجرې به لکه د ملغلرې وتراشۀ ‪ -‬اوس‬
‫لوئ ټوله ورځ ‪ ،‬شپه ‪ ،‬کور ‪ ،‬حجره‬ ‫اځ ‪ -‬واړۀ ئ‬‫خو د يوې نه بله ورځ بده ر ئ‬
‫ئ ټ وي ته ناست وي ‪ -‬او ټ وي نه دوي ته خپله ژبه‬ ‫‪ ،‬بېټک هر ځا ئ‬
‫ښاټ ‪ ،‬نۀ دين ‪ ،‬نۀ ثقافت ‪ ،‬نۀ پښتو او نۀ انسانيت او نۀ د کل د حجرو‬ ‫ئ‬
‫پاټ دے ‪-‬‬
‫هغه ثقافب غورځنګ ر‬
‫مب مړې‬ ‫مب وي ‪ -‬کۀ چرې ر‬ ‫د نن ماشوم د سبا ځوانان او ځوانان د قام ر‬
‫او چيچړې ش ‪ -‬نو قام ډوب واخله او شاعر چرې خپل قام تود باد ته نۀ‬
‫پرېږدي ‪-‬‬
‫ډاکې ديدار هم پۀ شعوري توګه " زرغون زيري " تخليق کړے دے ‪ -‬دا پۀ‬ ‫ړ‬
‫کښ‬
‫ظاهره معمول کتاب ښکاري ‪ -‬خو کۀ ژور پام اوش نو پۀ پښتو ژبه ر‬
‫د ماشومانو له پاره ليکےل ادب د نشت برابر دے ‪ -‬وخت پۀ وخت د‬
‫ول د تعمې او پۀ‬ ‫ماشومانو د تفري ح له پاره څۀ لږ ډېر ليکل شوي دي ‪ -‬ر‬
‫غې محسوسه توګه د نصاټ کتابونو د يو څو نطمونو‬ ‫کښ پۀ ر‬ ‫لوبو لوبو ر‬
‫نه عالوه سودهم ته شی دے ‪-‬‬
‫ئ‬
‫البته د خالقداد اميد " ستوري" پۀ خپل ځائ ښۀ کتاب دے ‪ -‬خو د "‬
‫زرغون زيري " او " ستوري " تر مينځه د مقصديت ‪ ،‬معنويت او تفري ح‬
‫ډېر فرق دے ‪-‬‬
‫داکې ديدار د خپل قام بچو ته د پښتو او اسالم قدرونه ‪ ،‬وطن دوسب‪،‬‬ ‫ړ‬
‫امن او څوکال وغېه پۀ اعال او ارفع رنګ کښ وړاندې کوي ‪ -‬انداز ټئ‬
‫ر‬ ‫ر‬ ‫ر‬
‫سطخ او نفسياتو‬ ‫ر‬ ‫دومره خوږ ‪ ،‬پوست ‪ ،‬روان او د ماشومانو د ذهب‬

‫‪7‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫يواځ خوند اخل ‪ ،‬علم به ترې هم زده‬ ‫مطابق دے ‪ -‬ځ دوي به ترې نۀ ئ‬
‫ر‬ ‫ر‬
‫کوي او ياد به ئ رټ هم ساټ ‪-‬‬
‫رواټ او معنويت پۀ لحاظ د ماشومانو له پاره دومره ګټور‬
‫ۍ‬ ‫سادګ ‪،‬‬
‫ۍ‬ ‫د‬
‫ځ پۀ ادټ دنيا‬ ‫منظوم کتاب زما له نظره نۀ دے رتې شوے ‪ -‬زۀ هيله لرم ر‬
‫کښ به " زرغون زيري" ته ډېر تود هرکےل اووئيےل ش ‪ -‬او د دې د اهميت‬ ‫ر‬
‫لوسب د پاره هم پۀ کار‬
‫ر‬ ‫نصاټ‬ ‫او‬ ‫درش‬ ‫د‬ ‫ب‬ ‫کتا‬ ‫دا‬ ‫به‬ ‫مخه‬ ‫له‬ ‫افاديت‬ ‫او‬
‫ئ‬
‫ځ دا د دې کتاب د شان رسه ښاټ ‪-‬‬ ‫راوست ش ‪ -‬ځکه ر‬

‫اباسي يوسفزے‬
‫اسالميه کالج پېښور‬
‫‪ ۱۵‬فروري ‪ ۲۰۰۱‬ء‬

‫‪8‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زېري‬

‫ځ د غرونو پۀ‬ ‫داش يخه شپه وه ‪ -‬ر‬ ‫ر‬ ‫لکه د نور کله پۀ شان دا هم د ژم يو‬
‫ځ کله به د هوا څپو د دغه‬ ‫رسونو واورين څادرونه خواره شوي وو ‪ -‬او ر‬
‫کښ به رټ د ژوند ساه نوره هم‬‫ئ‬
‫څادرونو رسونه وهل نو پۀ ټول ماحول ر‬
‫کښ هر چا انغري تاوده کړي وو ‪ -‬او د‬ ‫لنډه تنګه کړه ‪ -‬د کل پۀ کورونو ر‬
‫اټ رسه پۀ بړستنه‬ ‫خپل نيا ۍ‬
‫ر‬ ‫اورونو تاو ته ډډې پۀ ډډې کېدل ‪ -‬ګل پاڼه د‬
‫کوټ پشونګړۍ يو خوا ته غل پرته وه ‪-‬‬ ‫کښ لکه د ور ر‬ ‫ر‬
‫اټ ورته لکه د نور کله پۀ شان نن هم د اوده کېدو نه وړاندې قصه‬ ‫نيا ۍ‬
‫خپل نيا پۀ مخ د وخت کږو وږو کرښو او سپينو‬ ‫ر‬ ‫ځ به د‬ ‫پاټ ر‬ ‫کوله ‪ -‬ګل ر‬
‫اټ ستا‬ ‫ئ‬
‫وېښتو ته پۀ غور وکتل ‪ -‬نو پۀ ډېره معصومه ژبه به رټ اووې ‪ " -‬ۍ‬
‫دا وېښتۀ پۀ څۀ سپی شوي دي ؟ " ‪-‬‬
‫پاټ به د هر سوال د جواب‬ ‫اټ به ورته خېه بدلوله را بدلوله خو ګل ر‬ ‫نيا ۍ‬
‫اټ د تورابان دېو قيصه کوله ‪ -‬د هر نوم‬ ‫له پاره ضدونه کول ‪ -‬نن ورته نيا ۍ‬
‫کښ د کردارونو شکلونه جوړول او ورانول ‪-‬‬ ‫هغ پۀ خپل ذهن ر‬ ‫رسه به ر‬
‫ځ د يو غار نه تور ښامار را اووتۀ او‬ ‫ئ‬
‫اټ دا خېه اوکړه ‪ -‬ر‬ ‫ځ کله رټ نيا ۍ‬ ‫خو ر‬
‫هغ‬ ‫ئ‬
‫پښ رټ خله وازه کړه ‪ -‬نو ګل پاڼه د وېرې نه وبوږنېده ‪ -‬ر‬ ‫پۀ شهزاده ر‬
‫خپل خوا ته رانزدې کړه ‪-‬‬ ‫ر‬ ‫اټ‬
‫کښ رس پټ کړۀ او نيا ۍ‬ ‫پۀ بړستنه ر‬
‫ځ پاڅېده ‪ -‬نو د څۀ‬ ‫کښ وېرېده ‪ -‬سبا له ر‬ ‫ګل پاڼه ټوله شپه پۀ خوب ر‬
‫تښتېدل‬ ‫ئ‬
‫وريخ‬ ‫هېه وه ‪ -‬دغه سحر د اسمان نه‬ ‫ساعت له پاره ترې خېه ر‬
‫ر‬ ‫ر‬
‫پلوش خورې کړې وې ‪-‬‬ ‫ر‬ ‫خپل‬ ‫وې ‪ -‬نمر ر‬
‫ئ‬
‫واغوسب ‪ -‬بېګ رټ غاړې ته‬ ‫جام‬ ‫ناشب نه پس د سکول‬ ‫پاټ د‬
‫ر‬ ‫ر‬ ‫ر‬ ‫ګل ر‬
‫اټ پۀ دواړه مخه ښکل کړه ‪ -‬ګل پاڼه‬ ‫واچولۀ ‪ -‬اول مور ښکل کړه بيا نيا ۍ‬
‫ځ د پښتو کالس شورو شۀ نو استاد نظم‬ ‫صفا سوتره سکول ته الړه ‪ -‬ر‬
‫شورو کړۀ –‬

‫‪9‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫هاغه دے پاړو راغ‬


‫اوس به ګډوي ماران‬
‫هغ‬‫اټ قيصه را ياده شوه ‪ -‬د ً ر‬ ‫پاټ ته د نيا ۍ‬‫د مارانو د لفظ اورېدو رسه ګل ر‬
‫ورپښ فورا‬ ‫چغ کړې ‪-‬استاد‬ ‫ئ‬ ‫ئ‬
‫ر‬ ‫پۀ معصوم مخ وارخطاټ راغله ‪ -‬او بيا رټ ر‬
‫بچ څۀ وشو " ‪ -‬ګل پاڼه ټوله د وېرې نه رپېده‬ ‫پاټ ے‬‫ول ګل ر‬ ‫نزدې راغ ‪ " -‬ر‬
‫واټ …… مۀ ئ‬
‫واټ‬ ‫‪ " -‬استاد ځ ……… استاد ځ …… دا د مارانو سبق مۀ ئ‬
‫ګوټ پورې کړې ‪-‬‬ ‫ئ‬
‫" او بيا رټ پۀ ژړا ر‬
‫استاد کتاب بند کړۀ او يو ژور سوچ يوړو ‪ " -‬هو بالکل ګل پاڼه ښۀ ئ‬
‫واټ‬
‫پاټ د‬‫……‪ " .‬هغه د ځان رسه اووې ‪ -‬ورځ رتېه شوه ‪ -‬او استاد ځ د ګل ر‬
‫ځ سبا له ګل پاڼه‬ ‫سوال له پاره ځوابونه لټول ‪ -‬خو هغه هېڅ نۀ پوهېدۀ ر‬
‫ماشومه څنګه دالسه کړي ؟‬
‫اش زمونږ د پښتنو‬ ‫دا ئ‬
‫پاټ د استاد ځ خېه نۀ وه ‪ -‬د کلونو ر ر‬ ‫يواځ د ګل ر‬ ‫ر‬
‫ځ‪:‬‬ ‫درش کتابونه هم دغه نظمونه لري ر‬
‫سائکله وفاداره ……‪.‬‬
‫بچ ئ رټ ستا نيکۀ د بدو مل وۀ ……‬ ‫تۀ د غل ے‬
‫اوښه اوښه ډانګه ………‪.‬‬
‫ځ ترنم لري خو د ماشوم ذهن د اصالح له پاره ټول او‬ ‫داش نور ډېر ر‬ ‫ر‬ ‫او‬
‫مکمل اړخونه نۀ لري ‪-‬‬
‫الېکېانک ميډيا پۀ وجه دنيا د يو عالم کل شکل اختيار کړے‬ ‫نن سبا د ړ‬
‫پوه سفر ډېر وړاندې تےل دے ‪ -‬زمونږ را روان نسل‬ ‫دے ‪ -‬نن د علم او ر‬
‫زمونږ نه د يو مثبت او تعمېي سوچ غوښتنه کوي ‪-‬‬
‫ډاکې ديدار يوسفزي دا کتاب د نوي نسل له پاره‬ ‫کښ د ړ‬ ‫ستاسو پۀ الس ر‬
‫کښ يو‬ ‫ئ‬
‫ځ مونږ رټ د تيارو پۀ تور تم ر‬ ‫داش زيري حېثيت لري ‪ -‬ر‬ ‫ر‬ ‫د يو‬
‫ډاکې ديدار يوسفزے د طب ماهر دے ‪ -‬خو د‬ ‫نوے مشال ګڼےل شو ‪ -‬ړ‬

‫‪10‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫طب رسه رسه د ماشومانو د نفسياتو څخه تر کاف حده خې دے ‪ -‬ځکه نو‬
‫کښ ئ رټ د ماشومانو پۀ خله د ماشومانو خېې کړي دي ‪-‬‬ ‫پۀ نظمونو ر‬
‫کښ د ماشومانو له پاره ليکل‬
‫ځ د سنجيده ادب پۀ مقابله ر‬ ‫حقه دا ده ر‬
‫کښ خو د ماشومانو له پاره هډو څۀ کار‬ ‫ډېر ګران کار دے ‪ -‬او بيا پۀ پښتو ر‬
‫شوے نۀ دے ‪ -‬د ماشومانو د نطمونو دا کتاب به پۀ عامه پښتنه ټولنه‬
‫ً‬ ‫ً‬
‫کښ‬
‫کښ خصوصا د ماشومانو پۀ ذهب وده ر‬ ‫کښ عموما او پۀ سکولونو ر‬ ‫ر‬
‫ئ‬
‫ډېر لوئ الس وکړي ‪ -‬راتلونےک وخت به کۀ يو خوا ديدار يوسفزے د نطم‬
‫او غزل رسه د هائيکو د نمائنده شاعر پۀ توګه يادوي نو بل خوا به د‬
‫ماشومانو له پاره دغه زيار او دغه کوشش بيخ انفرادي حېثيت ولري ‪-‬‬

‫الئق زاده الئق‬


‫پوهب دېره ‪ ،‬راحت اباد پېښور‬
‫ر‬ ‫د پښتونخوا د‬
‫‪ /۱‬اپرېل ‪ ۲۰۰۱‬ء‬

‫‪11‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫لوئ کار ‪ -‬دروند عمل‬

‫لوئ تخليق عمل د ماشومانو د پاره يا د‬ ‫د ادب پۀ دنيا کښ د ټولو نه ئ‬


‫ر‬
‫ماشومانو پۀ حواله د لويو تخليق کارو کړے زيار او کار ګڼےل ش ‪ -‬ځکه‬
‫لوئ تخليق کوونک د دې عمل د پاره د خپل قد او خپل طبغ‬ ‫ځ دغه ئ‬
‫ر‬
‫پول ته را کوزيږي ‪ -‬او بيا دغلته د ماشومانو خپل‬ ‫ر‬ ‫الندې‬ ‫ډېرې‬ ‫نه‬ ‫عمر‬
‫احساسات‪ ،‬خپل نفسيات او خپل تصورات وي ‪ -‬او پۀ دې پوهېدل يا د‬
‫ک ته کوزېدل څۀ اسانه خېه او وړوےک کار نۀ دے ‪-‬‬ ‫دې باري ۍ‬
‫ډاکې ديدار‬‫ځد ړ‬ ‫ئ‬
‫دا ډېر لوئ ذهن ‪ ،‬صالحيت او قابليت غواړي ‪ -‬زۀ ر‬
‫يوسفزي د ماشومانو د محسوساتو ژوند ‪ ،‬افکارو ‪ ،‬ضورتونو او زده کړې‬
‫عام شاعرۍ او امروزه‬ ‫پۀ حواله ليکلو او نظمونو ته ګورم ‪ -‬نو دا راته د ر‬
‫يواځ پۀ دې‬ ‫ئ‬ ‫ځ ښاغل ديدار‬ ‫ئ‬
‫ر‬ ‫تخليق عمل نه لوئ کار پۀ دې ښکاري ‪ -‬ر‬
‫کښ نصيحت نۀ دے کړے ‪ -‬نۀ ئ رټ د ځان نه د سکول استاد ساز‬ ‫نطمونو ر‬
‫ئ‬
‫کړے دے ‪ -‬بلکه د نن دور ماشوم رټ د ژوند د مختلفو اړخونو پۀ‬
‫کښ د ځان رسه ګوته نيوےل ګرځوےل دے ‪ -‬او پۀ‬ ‫تصويرونو او منظرونو ر‬
‫ځ د ژوند پۀ مختلفو‬ ‫ئ‬
‫رموزو رټ هم د دۀ د اشنا کولو زيار کړے دے ‪ -‬ر‬
‫کېي ‪ -‬او د دۀ پۀ تجربو او زده‬ ‫ګوټ رپېونو او مرحلو به وررسه دے مخ ږ‬
‫کېي او پکاريږي ‪-‬‬ ‫ئ‬
‫کښ به ځائ ږ‬ ‫کړه ر‬
‫ئ‬ ‫ئ‬
‫د ماشومانو له پاره د دې تخليق کار ډېر لوئ اهميت پۀ خپل ځائ خو‬
‫شتمب بيخ نيمګړې نيمه‬ ‫ځ د پښتو لمن پۀ دا قسمه‬ ‫ئ‬
‫ۍ‬ ‫ضورت رټ دا دے ر‬
‫پښ يو بل قدم پورته شۀ ‪ -‬نو‬ ‫ډاکې ديدار پۀ دغه زيار ر‬‫خوا ده ‪ -‬او کۀ د ړ‬
‫ً‬
‫ځ دا به زمونږ د ماشومانو د ادب پنګه ډېره درنه او خوږه کړي ‪-‬‬ ‫يقينا ر‬

‫محب هللا شوق‬


‫د اپرېل دوئمه نېټه ‪ ۲۰۰۱‬ء‬

‫‪12‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫دا هللا دے‬

‫چې خالق د دې دنيا دے‬


‫او ساتونکے د هر چا دے‬
‫چې پۀ هر ځائے کښې موجود دے‬
‫خو د هر چا نه پنا دے‬

‫دے ‪ ،‬دا هللا دے‬ ‫دا هللا‬


‫دے ‪ ،‬دا هللا دے‬ ‫دا هللا‬

‫چې د هر چا مسيحا دے‬


‫خو دے يو دے او يکتا دے‬
‫چې نۀ څوک پېدا د دۀ نه‬
‫او نۀ دے له چا پېدا دے‬

‫دے ‪ ،‬دا هللا دے‬ ‫دا هللا‬


‫دے ‪ ،‬دا هللا دے‬ ‫دا هللا‬

‫چې مالک هم د جزا دے‬


‫او مالک هم د سزا دے‬
‫داسې څوک دے وايه وايه‬
‫چې الئق د کل ثنا دے‬

‫دے ‪ ،‬دا هللا دے‬ ‫دا هللا‬


‫دے ‪ ،‬دا هللا دے‬ ‫دا هللا‬

‫‪13‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫شم درنه قربان نبي‬

‫اے شاه سلطان نبي‬


‫تۀ ئې د لوئے شان نبي‬

‫نوم د محمد لرې‬


‫ئ د کل جهان نبي‬

‫کم پۀ مرتبه کښې دي‬


‫ستا نه ټول نبيان نبي‬

‫ختم نبوت پۀ تا‬


‫تۀ أخير زمان نبي‬

‫زۀ يو امتي يم ستا‬


‫شم درنه قربان نبي‬

‫‪14‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫دا هللا دي پېدا کړي‬

‫ښکلي ګلونه‬ ‫ښائسته‬


‫پکښې رنګونه‬ ‫خو اره‬
‫د پسرلي او‬ ‫وږمې‬
‫تاودۀ بادونه‬ ‫د هاړ‬

‫دا چا دي پېدا کړي‬


‫وايه چا دي پېدا کړي‬
‫هللا دي پېدا کړي‬
‫دا هللا دي پېدا کړي‬

‫دا شنۀ شنۀ چمنونه‬


‫والړ ښکلي فصلونه‬
‫دا رنګ پۀ رنګ مېوې او‬
‫جدا پکښې خوندونه‬

‫دا چا دي پېدا کړي‬


‫وايه چا دي پېدا کړي‬
‫هللا دي پېدا کړي‬
‫دا هللا دي پېدا کړي‬

‫دريابونه‬ ‫مثله‬ ‫بې‬


‫خوړونه ‪ ،‬ابشارونه‬
‫رڼې رڼې چينې او‬
‫خوارۀ وارۀ سيندونه‬

‫‪15‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫دا چا دي پېدا کړي‬


‫وايه چا دي پېدا کړي‬
‫هللا دي پېدا کړي‬
‫دا هللا دي پېدا کړي‬

‫سحر او ماښامونه‬
‫د شپې ورځې رنګونه‬
‫غرمه ‪ ،‬مازيګرے او‬
‫دا مياشتې او کلونه‬

‫دا چا دي پېدا کړي‬


‫وايه چا دي پېدا کړي‬
‫هللا دي پېدا کړي‬
‫دا هللا دي پېدا کړي‬

‫دا زمکه اسمانونه‬


‫واړه جهانونه‬ ‫دا‬
‫پکښې زمونږ له پاره‬
‫نعمتونه‬ ‫بې شماره‬

‫دا چا دي پېدا کړي‬


‫وايه چا دي پېدا کړي‬
‫هللا دي پېدا کړي‬
‫دا هللا دي پېدا کړي‬

‫‪16‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫عظیم انسان‬

‫دوست وي محنتي د خدائے‬


‫دا د خوږ نبي فرمان‬
‫څوک چې تل محنت کوي‬
‫وي هغه عظيم انسان‬

‫هم پکار د بل شي دے‬


‫هم پکار شي دے د ځان‬
‫څوک چې تل محنت کوي‬
‫وي هغه عظيم انسان‬

‫کوي مدام‬ ‫ګټه‬ ‫دے‬


‫چرته نۀ مومي تاوان‬
‫څوک چې تل محنت کوي‬
‫وي هغه عظيم انسان‬

‫بخت ئې وي بېدار همېش‬


‫ژوند ښۀ تېروي پۀ شان‬
‫څوک چې تل محنت کوي‬
‫وي هغه عظيم انسان‬

‫‪17‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫وېښ ساتي اميد د زړۀ‬


‫نۀ پرېږدي پۀ زړۀ ارمان‬
‫څوک چې تل محنت کوي‬
‫وي هغه عظيم انسان‬

‫لوړو کارنامو ته ئې‬


‫وي ګوته پۀ خله جهان‬
‫څوک چې تل محنت کوي‬
‫وي هغه عظيم انسان‬

‫‪18‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ښۀ اخالق‬

‫تا‬ ‫ادنی له‬


‫ٰ‬ ‫يم زۀ‬ ‫نۀ‬
‫ما‬ ‫اعلی له‬
‫ٰ‬ ‫ئې تۀ‬ ‫نۀ‬
‫خو‬ ‫رنګ انسانان يو‬ ‫يو‬
‫جدا‬ ‫د هر يو کس‬ ‫کار‬

‫دے هغه پۀ مونږ کښې ښۀ‬


‫ښۀ چې دي اخالق د چا‬

‫خوښ وي هم زما او ستا‬


‫تمامي دنيا‬ ‫د‬ ‫هم‬
‫دروند ورته واړه ګوري‬
‫لوئے ورته کوي دعا‬

‫دے هغه پۀ مونږ کښې ښۀ‬


‫ښۀ چې دي اخالق د چا‬

‫نن ئې وينو مونږ ګدا‬


‫څوک چې وۀ پرون باچا‬
‫نۀ دے څوک پۀ تاج غوره‬
‫نۀ دے پۀ دولت باال‬

‫دے هغه پۀ مونږ کښې ښۀ‬


‫ښۀ چې دي اخالق د چا‬

‫‪19‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ښۀ کردار مومي بقا‬


‫مرګ کړي کۀ انسان فنا‬
‫څوک چې ښۀ اعمال کوي‬
‫هغه ژوندے سدا‬ ‫وي‬

‫دے هغه پۀ مونږ کښې ښۀ‬


‫ښۀ چې دي اخالق د چا‬

‫‪20‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫نعمتونه‬

‫بخښلي دي رب مونږ ته‬


‫نعمتونه‬ ‫بې شماره‬

‫دا سترګې ئې ليدو له‬


‫غوږونه اورېدو له‬
‫دا پښې ئې ګرځېدو له‬
‫دا عقل پوهېدو له‬

‫بخښلي دي رب مونږ ته‬


‫نعمتونه‬ ‫بې شماره‬

‫دا نمر ئې ځلېدو له‬


‫دا ستوري پړقېدو له‬
‫دا اور ئې بلېدو له‬
‫باران ئې ورېدو له‬

‫بخښلي دي رب مونږ ته‬


‫نعمتونه‬ ‫بې شماره‬

‫اوبۀ ئې زمونږ څښو له‬


‫جامې ئې اغوستو له‬
‫رنګينو له‬ ‫ګلونه‬
‫دا بوټي ئې ميوۀ له‬

‫‪21‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫بخښلي دي رب مونږ ته‬


‫نعمتونه‬ ‫بې شماره‬

‫دا زمکه اوسېدو له‬


‫دا شپه اودۀ کېدو له‬
‫پېژندو له‬ ‫نومونه‬
‫ژوندون ئې تېرېدو له‬

‫‪22‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫د پښتو ژبې ټکي‬

‫ئې توري‬ ‫څلور څلوېښت‬


‫ستوري‬ ‫لکه‬ ‫ځليږي‬
‫ده‬ ‫پښتو‬ ‫ژبه‬ ‫زمونږ‬
‫خوږو ده‬ ‫ډکه د‬ ‫چې‬

‫دي‬ ‫اول " ا ب پ "‬


‫دي‬ ‫خزانې‬ ‫لوئې‬ ‫دا‬
‫بيا " ت" ده " ټ" او" ث " ده‬
‫ده‬ ‫فائد‬ ‫د‬ ‫خبره‬

‫بيا " چ" او "ح" او "خ" ده‬


‫الر د حوصلې ده‬ ‫ژوند‬
‫بيا "ج" او "ځ" او "څ" دي‬
‫عالم دي‬ ‫دا وائي چې‬

‫بيا "د" دے "ډ" او "ذ" دے‬


‫کۀ دولس مياشتې کال دے‬
‫بيا " ر ړ ز" او " ژ " ده‬
‫خو مياشت ښۀ د روژې ده‬

‫" ږ س ش" او " ښ " دي‬ ‫بيا‬


‫علم سرۀ او سپين دي‬ ‫چې‬
‫" ص" ورپسې " ض " وي‬ ‫بيا‬
‫دې پوهه تل ښا وي‬ ‫پۀ‬

‫‪23‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫بيا " ط ظ ع " او " غ" وي‬


‫دا خلق تل بې چېن وي‬
‫بيا " ف ق ک " او " ګ " وي‬
‫چې ورک پکښې انصاف وي‬

‫وي‬ ‫بيا " ل م ن " او " ڼ"‬


‫وي‬ ‫زړګے د هغه روڼ‬
‫ده‬ ‫بيا " و" دے او بيا "ه "‬
‫ده‬ ‫رڼا پکښې‬ ‫چې دا‬

‫ورستۍ پنځه ئې ګانې‬


‫ښائسته دي لکه زاڼې‬
‫حوصلې ځوانې‬ ‫لرئ‬
‫ودانې‬ ‫مو‬ ‫جونګړې‬

‫‪24‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫مور او پالر‬

‫د مور پښو کښې مو جنت دے‬


‫پالر د سر د پاسه چت دے‬

‫هم‬ ‫د اسالم او د پښتو‬


‫دے‬ ‫ښکلے روايت‬ ‫دغه‬

‫کۀ مو پالر دے او کۀ مور ده‬


‫ژوند له دوي نه عبارت دے‬

‫ده‬ ‫فريضه‬ ‫ئې‬ ‫اطاعت‬


‫دے‬ ‫عبادت‬ ‫سپېځلے‬ ‫يو‬

‫د ژوندون پۀ هر پړاو ئې‬


‫مقام لوئے دے او اوچت دے‬

‫چې ژوندي دې مور او پالر دي‬


‫نو بل چاته څۀ حاجت دے‬

‫‪25‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫حجره او جمات‬

‫کۀ حجره ده کۀ جمات دے‬


‫پکښې پروت مو کائنات دے‬

‫کۀ اسالم دے ‪ ،‬کۀ پښتو ده‬


‫هر يو خوږ لکه د شات دے‬

‫حجره ستن د ثقافت ده‬


‫او جمات د دين سوغات دے‬

‫مونږ شته کړي ئې پۀ دواړو‬


‫مهربانه د خدائے ذات دے‬

‫ښۀ هغه چې ئې پۀ زړه کښې‬


‫د دې دواړو قدر زيات دے‬

‫‪26‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫کسب ګر‬
‫مونږ ئې د زړۀ له تله قدر کوو‬
‫مونږه پۀ هر کسب ګر فخر کوو‬

‫هر پراچه ‪ ،‬کوالل ‪ ،‬لوهار دلته کښې‬


‫ښۀ پۀ اخالص کړے خپل کار دلته کښې‬

‫کۀ وۀ نائي ‪ ،‬کۀ ډم ‪ ،‬جوال زمونږه‬


‫وه پرې مضبوطه ډېره مال زمونږه‬

‫ټول کسب ګر مو د قام الس او پښې وې‬


‫د دوي پۀ سر باندې زمونږ مزې وې‬

‫نشته نانداپ ‪ ,‬غوبه ‪ ،‬لربه دلته اوس‬


‫نۀ درمندونه ‪ ،‬نۀ قولبه دلته اوس‬

‫دنيا اوس الړه نړيوال کلے شۀ‬


‫نوي کسبونه راغلۀ ژوند نوے شۀ‬

‫‪27‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫اتالن‬
‫ياد ساتو‬ ‫اتالن‬ ‫خپل‬
‫ئې اباد ساتو‬ ‫کښې‬ ‫زړۀ‬

‫اتل دې خاورې له‬ ‫هر‬


‫کړې‬ ‫مبارزه‬ ‫ښۀ‬
‫پۀ سخته الره ئې‬ ‫تل‬
‫کړې‬ ‫ته دروازه‬ ‫قام‬

‫ياد ساتو‬ ‫اتالن‬ ‫خپل‬


‫ئې اباد ساتو‬ ‫کښې‬ ‫زړۀ‬

‫نظر‬ ‫شته مو پۀ تاريخ‬


‫شي‬ ‫وخت به رانه تېر نۀ‬
‫ئې‬ ‫فکرونه‬ ‫لولو به‬
‫شي‬ ‫يو مشر به هېر نۀ‬

‫ياد ساتو‬ ‫اتالن‬ ‫خپل‬


‫ئې اباد ساتو‬ ‫کښې‬ ‫زړۀ‬

‫نشته‬ ‫لرې پسې تلۀ‬


‫دا مو پۀ إحساس کښې دي‬
‫انټرنيټ دور‬ ‫دے د‬
‫هر څۀ مو پۀ الس کښې دي‬

‫‪28‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ياد ساتو‬ ‫اتالن‬ ‫خپل‬


‫ئې اباد ساتو‬ ‫کښې‬ ‫زړۀ‬

‫چې اتالن هېر کړي‬ ‫څوک‬


‫قام ورکيږي تل‬ ‫هاغه‬
‫چې ئې ژوندي ساتي‬ ‫څوک‬
‫ورته سميږي تل‬ ‫ژوند‬

‫‪29‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زما قلم‬

‫لوړ به ساتم ټول عمر‬


‫زۀ د خپل قلم معيار‬

‫معمار‬ ‫د نوي ژوند‬ ‫زۀ‬


‫ساالر‬ ‫د نوي کول‬ ‫زۀ‬
‫ضامن‬ ‫ئې د بقا‬ ‫زۀ‬
‫پاسدار‬ ‫ئې د حرمت‬ ‫زۀ‬

‫لوړ به ساتم ټول عمر‬


‫زۀ د خپل قلم معيار‬

‫خېر کۀ يو سپق ليکم‬


‫سپين به زۀ مطلق ليکم‬
‫مل به د رښتياؤ يم‬
‫تل به پرې زۀ حق ليکم‬

‫لوړ به ساتم ټول عمر‬


‫زۀ د خپل قلم معيار‬

‫پرې ستائم امن‬ ‫به‬ ‫زۀ‬


‫پرې ويشم امن‬ ‫به‬ ‫زۀ‬
‫امن غړے يم‬ ‫د‬ ‫زۀ‬
‫پرې پالم امن‬ ‫به‬ ‫زۀ‬

‫لوړ به ساتم ټول عمر‬


‫زۀ د خپل قلم معيار‬

‫‪30‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫کړم به پرې تيارې رڼا‬


‫رڼا‬ ‫ټولې اندېښنې‬
‫سپين سپېځلے ليک به مې‬
‫کړي دا تورې شپې رڼا‬

‫لوړ به ساتم ټول عمر‬


‫زۀ د خپل قلم معيار‬

‫دے به زېږوي مينه‬


‫دے به خپلوي مينه‬
‫جنګ نه به نفرت کوي‬
‫دے به خوروي مينه‬

‫لوړ به ساتم ټول عمر‬


‫زۀ د خپل قلم معيار‬

‫‪31‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬

‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬


‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬

‫شينکي بوټي‬ ‫شينکي‬ ‫دا‬


‫رنګي بوټي‬ ‫رنګي‬ ‫دا‬
‫سبا له وي‬ ‫به‬ ‫ونې‬
‫بوټي‬ ‫تنکي‬ ‫تنکي‬ ‫دا‬

‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬


‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬

‫زمونږ دولت ونې‬ ‫دے‬


‫ونې‬ ‫محبت‬ ‫غواړي‬
‫زمونږ‬ ‫کړي به چاپېرچل‬
‫ونې‬ ‫جنت‬ ‫لکه‬ ‫سم‬

‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬


‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬

‫به سم او غر ښکلے‬ ‫شي‬


‫رو ګودر ښکلے‬ ‫يو‬ ‫هر‬
‫به واغوندي‬ ‫څادر‬ ‫شين‬
‫هر يو در ښکلے‬ ‫دلته‬

‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬


‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬

‫‪32‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫کړې به شنې ‪ ،‬مېرې مونږ له‬


‫مونږ له‬ ‫مېو‬ ‫نيسي به‬
‫دا به پۀ خپل ګور سيوري‬
‫يخې کړي مېرې مونږ له‬

‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬


‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬

‫صفا‬ ‫هوا‬ ‫دا‬ ‫به‬ ‫شي‬


‫صفا‬ ‫اخلو به مونږ ساه‬
‫کړي‬ ‫ماحو به‬ ‫دا صفا‬
‫صفا‬ ‫او ستا‬ ‫زما‬ ‫ژوند‬

‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬


‫ځئ چې بوټي نال کړو نن‬

‫‪33‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زۀ به هم لسم ته شم‬


‫اوس کۀ پۀ او کښې يم‬
‫بيا به زۀ دويم ته شم‬

‫ښۀ به زوتووم سبق‬


‫کله چې دريم ته شم‬

‫ښکلې به تختۍ ليکم‬


‫زۀ چې څلورم ته شم‬

‫نور چې مړنے شمه‬


‫بيا به زۀ پنځم ته شم‬

‫ځم نو مکتب له به‬


‫کله چې شپږم ته شم‬

‫ښۀ سبق چې اووائم‬


‫بيا به زۀ اووم ته شم‬

‫پوهه به مې زياته شي‬


‫څنګه چې اتم ته شم‬

‫ښۀ به يم لوئے شوے زۀ‬


‫کله چې نهم ته شم‬

‫تۀ کۀ پۀ لسم کښې ئې‬


‫زۀ به هم لسم ته شم‬

‫‪34‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫وایه دوه او درې پنځۀ‬

‫دا " يوه"‬ ‫زما واوره‬


‫کار کوه‬ ‫همېشه ښۀ‬

‫يوه او يوه " دوه"‬ ‫وي‬


‫د معراج وي ښکلې شپه‬

‫تل يوه او دوه وي " درې "‬


‫شنې مڼې شوې تکې سرې‬

‫دوه او دوه همېش "څلور"‬


‫کوه خيال د ورور او خور‬

‫وي به دوه او درې "پنځۀ"‬


‫وخت پرې نۀ ږدې د مانځۀ‬

‫وايه دوه او څلور "شپږ"‬


‫ښۀ پۀ چغه او پۀ زوږ‬

‫وي تل درې څلور "اووۀ"‬


‫دا سبق مو زوتووۀ‬

‫وي څلور څلور " اتۀ "‬


‫نمر شي زيړ پۀ پرېواتۀ‬

‫‪35‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫وي څلور او پنځه "نهه"‬


‫ږده د بل پۀ زخم پهه‬

‫وي پنځه او پنځه " لس"‬


‫زۀ يم سترګې د اولس‬

‫‪36‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫مونځ‬

‫ښۀ پنځه وخته رښتيا‬


‫فرض مونځ دے پۀ هر چا‬
‫چې پۀ نوم وي مسلمان‬
‫کۀ سائل وي کۀ باچا‬

‫سحر‬ ‫مونځ دے د‬ ‫اول‬


‫بهتر‬ ‫انسان هغه‬ ‫دے‬
‫وخت‬ ‫ادا ئې کړي پۀ‬ ‫چې‬
‫کۀ نر‬ ‫دا ښځه وي‬ ‫کۀ‬

‫مونځ د ماسپښين‬ ‫دوئم‬


‫جبين‬ ‫هغه‬ ‫جبين‬ ‫دے‬
‫ترې نۀ شي دا قضاء‬ ‫چې‬
‫مومن هغه مومن‬ ‫دے‬

‫دريم مونځ د مازيګر‬


‫لکه ګوهر‬ ‫هغه زړۀ‬
‫چې ئې غم وي ورسره‬
‫دے کامياب هغه بشر‬

‫ورپسې مونځ د ماښام‬


‫ښۀ مې واوره دا پېغام‬
‫چې ډېر کم وي وخت د دې‬
‫هم به خيال کوې هم پام‬

‫‪37‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫پنځم مونځ د ماسخوتن‬


‫بدن‬ ‫لکه روح د هر‬
‫ښۀ ډېر خيال ئې دے پکار‬
‫چې بې ساه دې نۀ شي تن‬

‫‪38‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زۀ د سبا ستورے یم‬


‫تاب لرم د نمر پۀ شان‬
‫جهان‬ ‫کړم به ځلنده‬
‫وطن پۀ ما ودان‬ ‫دے‬

‫ستورے يم‬ ‫د سبا‬ ‫زۀ‬


‫ستورے يم‬ ‫د سبا‬ ‫زۀ‬

‫يم د وحدت نامه‬ ‫زۀ‬


‫يم د الفت نامه‬ ‫زۀ‬
‫نامه‬ ‫محبت‬ ‫د‬ ‫زۀ‬

‫مينې تورے يم‬ ‫د‬ ‫زۀ‬


‫سبا ستورے يم‬ ‫د‬ ‫زۀ‬

‫شي زما عقل‬ ‫کل به‬


‫د وېنا اصل‬ ‫دا مې‬
‫را روان نسل‬ ‫د‬ ‫زۀ‬

‫سيورے يم‬ ‫يمه‬ ‫څپر‬


‫د سبا ستورے يم‬ ‫زۀ‬

‫کم يمه پۀ تن کۀ زۀ‬


‫ګل يم پۀ بدن کۀ زۀ‬
‫نشته پرواه نن کۀ زۀ‬

‫يمه کمزورے يم‬ ‫تېغ‬


‫د سبا ستورے يم‬ ‫زۀ‬

‫‪39‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫رنګونه‬

‫رنګونه‬ ‫دي‬ ‫شماره‬ ‫بې‬


‫قسمونه‬ ‫ئې‬ ‫بې شماره‬
‫دي‬ ‫جدا‬ ‫ئې‬ ‫خويونه‬
‫نومونه‬ ‫ئ‬ ‫او بيل بيل‬

‫يو رنګ پۀ دې کښې "سپين" دے‬


‫دے‬ ‫آئين‬ ‫لکه‬ ‫صفا‬
‫دا رنګ د امن رنګ دے‬
‫نيازبين دے‬ ‫دا هر چا ته‬

‫دې کښې"سور" دے‬ ‫يو رنګ پۀ‬


‫لکه تنور دے‬ ‫چې تود‬
‫د وينې رنګ دے‬ ‫دا رنګ‬
‫او سرور دے‬ ‫مينې‬ ‫د‬

‫يو رنګ پۀ دې کښې "شين" دے‬


‫افرين دے‬ ‫مې‬ ‫دې‬ ‫پۀ‬
‫ژوندانۀ دے‬ ‫د‬ ‫رنګ‬ ‫دا‬
‫ښکلے او حسين دے‬ ‫ډېر‬

‫يو رنګ پۀ دې کښې " تور " دے‬


‫د پېغور دے‬ ‫نوم‬ ‫دوئم‬
‫دا رنګ د شپې ځليږي‬
‫پکښې د تيارو کور دے‬

‫‪40‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫يو رنګ پۀ دې کښې "زيړ" دے‬


‫ډېر غوره او ډېر لوړ دے‬
‫دا رنګ د شفق رنګ دے‬
‫دۀ مازيګر غوړ دے‬ ‫پۀ‬

‫دے‬ ‫يو رنګ پکښې " وودي"‬


‫دے‬ ‫چې خوئي ئې خصوصي‬
‫دے‬ ‫دا رنګ د اسمان رنګ‬
‫دے‬ ‫چې پټ اوس پۀ لوګي‬

‫رنګونه‬ ‫شته دے‬ ‫نور هم‬


‫ئې نومونه‬ ‫شته‬ ‫نور هم‬
‫دې چمن نه‬ ‫د‬ ‫خو ما‬
‫ګلونه‬ ‫څو‬ ‫راخستي‬

‫‪41‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫وخت د پسرلي راغے‬

‫راغے‬ ‫پسرلي‬ ‫وخت د‬


‫ګل ئې کړې کوڅې زمونږ‬

‫دي‬ ‫ګلونه‬ ‫ډېر‬ ‫دومره‬


‫نۀ ږدم قدم پۀ ګل‬ ‫کښې‬
‫ته زۀ‬ ‫چې پټو‬ ‫ګورم‬
‫زيړ دي د شړشم پۀ ګل‬

‫راغے‬ ‫پسرلي‬ ‫وخت د‬


‫ګل ئې کړې کوڅې زمونږ‬

‫شمه چې باغ ته زۀ‬ ‫الړ‬


‫پۀ شباب وينم‬ ‫ګل‬ ‫هر‬
‫رامبېل چامبېل‬ ‫پکښې‬ ‫هم‬
‫وينم‬ ‫ګالب‬ ‫پکښې‬ ‫هم‬

‫راغے‬ ‫پسرلي‬ ‫وخت د‬


‫ګل ئې کړې کوڅې زمونږ‬

‫دے د ورخاړي ګل‬ ‫سور‬


‫بل رنګ خس پکښې‬ ‫نشته‬
‫د پۀ ډنډر والړ‬ ‫دنګ‬
‫پکښې‬ ‫ګل ګنګس‬ ‫سپين‬

‫‪42‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫راغے‬ ‫پسرلي‬ ‫وخت د‬


‫ګل ئې کړې کوڅې زمونږ‬

‫شنۀ شنۀ دي واښۀ يو خوا‬


‫بل خوا سرۀ ريدي ښکاري‬
‫ځائے پۀ ځائے پۀ مينځ کښې ئې‬
‫ښکاري‬ ‫زيړ ګلي‬ ‫ښکلي‬

‫راغے‬ ‫پسرلي‬ ‫وخت د‬


‫ګل ئې کړې کوڅې زمونږ‬

‫‪43‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫وخت‬

‫وي پۀ هر چا کار زما‬


‫هم پۀ هر چا الر زما‬

‫څومره چې خوش بخت يمه‬


‫دومره پۀ زرۀ سخت يمه‬

‫چا ته زۀ اودرېږم نۀ‬


‫ايسارېږم نۀ‬ ‫چا ته‬

‫روان يمه‬ ‫همېش‬ ‫زۀ‬


‫ودان يمه‬ ‫همېش‬ ‫زۀ‬

‫څوک چې هم ما سپک ګڼي‬


‫ځان دې هغه ورک ګڼي‬

‫څوک چې ما ناياب ګڼي‬


‫ځان دې دے کامياب ګڼي‬

‫څوک چې زما قدر کړي‬


‫ژوند پۀ هغو فخر کړي‬

‫‪44‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫قسمونه د ادراک‬

‫پۀ شمار کښې ټول پنځه دي‬


‫ادراک‬ ‫د‬ ‫قسمونه‬
‫حواس خمسه‬ ‫دا‬ ‫هم‬
‫پۀ واک‬ ‫ساتي‬ ‫انسان‬

‫پېژندګلو کښې‬ ‫پۀ دې‬


‫درک ليدل دي‬ ‫اول‬
‫کار مو د نظر دے‬ ‫دا‬
‫پۀ سترګو مو کتل دي‬

‫درک هر قسمه‬ ‫دوئم‬


‫دي‬ ‫پېژندل‬ ‫غږونه‬
‫دوه غوږونو‬ ‫پۀ خپلو‬
‫دي‬ ‫اورېدل‬ ‫خبرې‬

‫درک خوندونه‬ ‫درئم‬


‫تېرول دي‬ ‫يا‬ ‫توکل‬
‫کار زمونږ د ژبې‬ ‫او‬
‫د هر يو خوند څښکل دي‬

‫درک چې څلورم دے‬


‫پۀ پوزه ساه راښکل دي‬
‫بس کار زمونږ د پوزې‬
‫دا هر څۀ بويول دي‬

‫‪45‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫پنځم درک د لمس دے‬


‫لګول دي‬ ‫پته‬ ‫دا‬
‫دا کار د ټول بدن دے‬
‫د لمس محسوسول دي‬

‫‪46‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫روان یمه مکتب له‬


‫مکتب له‬ ‫يمه‬ ‫روان‬
‫مکتب له‬ ‫يمه‬ ‫روان‬

‫السونه‬ ‫مې‬ ‫وينځلي‬


‫پاک کړي مې غاښونه‬
‫وېښتۀ مې منګز کړي‬
‫پرې کړي مې نوکونه‬

‫مکتب له‬ ‫يمه‬ ‫روان‬


‫مکتب له‬ ‫يمه‬ ‫روان‬

‫ده‬ ‫يو الس کښې تختۍ‬ ‫پۀ‬


‫ده‬ ‫بل کښې مې مټۍ‬ ‫پۀ‬
‫دي‬ ‫پښو کښې مې بوټان‬ ‫پۀ‬
‫ده‬ ‫سر توره ټوپۍ‬ ‫پۀ‬

‫مکتب له‬ ‫يمه‬ ‫روان‬


‫مکتب له‬ ‫يمه‬ ‫روان‬

‫پۀ غاړه مې بسته ده‬


‫پرته پکښې قاعده ده‬
‫پۀ ښۀ شان له اغوستې‬
‫ملېشه ده‬ ‫توره‬ ‫ما‬

‫‪47‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫مکت له‬ ‫يمه‬ ‫روان‬


‫مکتب له‬ ‫يمه‬ ‫روان‬

‫لوستل به پکښې زده کړم‬


‫ليکل به پکښې زده کړم‬
‫مکتب د پوهې ځائے دے‬
‫وئيل به پکښې زده کړم‬

‫مکتب له‬ ‫يمه‬ ‫روان‬


‫مکتب له‬ ‫يمه‬ ‫روان‬

‫‪48‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زۀ چې کله ځوان شمه‬

‫شمه‬ ‫زۀ چې کله ځوان‬


‫شمه‬ ‫مير به د کاروان‬
‫کړم‬ ‫خپل علم به پورته‬
‫شمه‬ ‫خور به پۀ جهان‬

‫له وطنه شم‬ ‫زار به‬


‫له وطنه شم‬ ‫زار به‬

‫دنګ به ورله سر کړمه‬


‫تن به ورله غر کړمه‬
‫څۀ وي د وطن مينه‬
‫هر څوک به خبر کړمه‬

‫له وطنه شم‬ ‫زار به‬


‫له وطنه شم‬ ‫زار به‬

‫دے چې به بې مثال کړمه‬


‫دے به الزوال کړمه‬
‫زۀ به د محنت پۀ زور‬
‫دے د جهان سيال کړمه‬

‫‪49‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫له وطنه شم‬ ‫زار به‬


‫له وطنه شم‬ ‫زار به‬

‫کړم به د چمن پۀ سر‬


‫وار ئې د دښمن پۀ سر‬
‫وخت کۀ تقاضه وکړه‬
‫ږدم به زۀ کفن پۀ سر‬

‫له وطنه شم‬ ‫زار به‬


‫له وطنه شم‬ ‫زار به‬

‫‪50‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫د سحر سېل‬
‫ځم چې د سحر پۀ سېل‬
‫هر څۀ ښائسته ښکاري‬

‫پرخه ئې پۀ مخ پرته‬
‫وي ښکلے کبل مسکے‬
‫خاندي هر يو ګل راته‬
‫وي غندل غندل مسکے‬

‫ځم چې د سحر پۀ سېل‬


‫هر څۀ ښائسته ښکاري‬

‫الوزي‬ ‫بادونه‬ ‫يخ‬


‫وي ښکلې هوا هر خوا‬
‫نۀ وي کړي نمر څيره‬
‫وي تته رڼا هر خوا‬

‫ځم چې د سحر پۀ سېل‬


‫هر څۀ ښائسته ښکاري‬

‫ښۀ تازه تازه ښکاري‬


‫رنګ د ګلدرو پکښې‬
‫چار چاپېره خوند کوي‬
‫چغې د مرغو پکښې‬

‫ځم چې د سحر پۀ سېل‬


‫هر څۀ ښائسته ښکاري‬

‫‪51‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زۀ پکښې ښۀ اوګرځم‬


‫تن شي د سيالۍ زما‬
‫الړې شي او ورکې شي‬
‫زما‬ ‫ستومانۍ‬ ‫ټولې‬

‫ځم چې د سحر پۀ سېل‬


‫هر څۀ ښائسته ښکاري‬

‫بيا د ونو پاڼو کښې‬


‫پټه اشاره کړي نمر‬
‫هر څۀ شي راڼۀ ‪ ،‬راڼۀ‬
‫سترګې راښکاره کړي نمر‬

‫ځم چې د سحر پۀ سېل‬


‫هر څۀ ښائسته ښکاري‬

‫ډېر ښکلے منظر وينم‬


‫ګورم چې کوم لور ته زۀ‬
‫بيا ترې را روان شمه‬
‫راشمه خپل کور ته زۀ‬

‫ځم چې د سحر پۀ سېل‬


‫هر څۀ ښائسته ښکاري‬

‫‪52‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ژوند د لوئے محنت نوم دے‬

‫ژوند د لوئے محنت نوم دے‬


‫ژوند د لوئے محنت نوم دے‬

‫ژوند د ورورولۍ پېغام‬


‫ژوند د اخوت نوم دے‬

‫د رب رضا کول‬ ‫ژوند‬


‫د اطاعت نوم دے‬ ‫ژوند‬

‫د بندګۍ سبب‬ ‫ژوند‬


‫د عبادت نوم دے‬ ‫ژوند‬

‫د مينې خور کتاب‬ ‫ژوند‬


‫د محبت نوم دے‬ ‫ژوند‬

‫ازمېښت د صبر دے‬ ‫ژوند‬


‫د قناعت نوم دے‬ ‫ژوند‬

‫صفايۍ طالب‬ ‫د‬ ‫ژوند‬


‫نفاست نوم دے‬ ‫د‬ ‫ژوند‬

‫تله‬ ‫د رښتينۍ‬ ‫ژوند‬


‫د صداقت نوم دے‬ ‫ژوند‬

‫‪53‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ژوند د ښيښې لوښے دے‬


‫ژوند د نزاکت نوم دے‬

‫ژوند د هوښيارتيا تکل‬


‫ژوند د لوئے حکمت نوم دے‬

‫‪54‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫مارغان‬

‫زمونږ پۀ چاپېرچل کښې‬


‫شينکي او پۀ ځنګل کښې‬

‫مارغان دي ښۀ بې شماره‬
‫بې مثاله‬ ‫ئې‬ ‫ښائست‬

‫الوت ئې پۀ وزر دے‬


‫ودان پرې سم او غر دے‬

‫‪ ،‬تاروګان دي‬ ‫تنزري‬


‫کۀ شنۀ ښکلي طوطيان دي‬

‫شين غاړي کۀ ډينګان دي‬


‫سيسۍ کۀ مړزان دي‬

‫خارونکې‬ ‫‪،‬‬ ‫کونترې‬


‫‪ ،‬سور سرکې‬ ‫چنچڼې‬

‫بلبلې‬ ‫خراړې او‬ ‫دا‬


‫زرکې ښکلې ښکلې‬ ‫دا‬

‫ښکال د فطرت ژباړي‬


‫ډېر خيال ئې سا تل غواړي‬

‫‪55‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زرغون زیري‬
‫مونږ چې پۀ دې خاوره کښې‬
‫يو‬ ‫رازېږولي‬ ‫رب‬
‫بيا ئې د غندل پۀ شان‬
‫يو‬ ‫راټوکولي‬ ‫مونږ‬

‫مونږ د نوي ژوند اغاز‬


‫مونږه زرغون زيري يو‬
‫مونږه زرغون زيري يو‬

‫مونږ يو د جذبو ژبې‬


‫د سر تاج زمونږ‬ ‫علم‬
‫راز پۀ جهان نۀ پرېږدو‬
‫دا پوهه معراج زمونږ‬

‫ځانله دے زمونږ انداز‬


‫مونږه زرغون زيري يو‬
‫مونږه زرغون زيري يو‬

‫مونږه به د هر دروغ‬
‫دلته مخ نيوے کوو‬
‫مونږه به د حق ‪ ،‬باطل‬
‫کوو‬ ‫دلته سپيناوے‬

‫يو د حق اواز‬ ‫مونږه‬


‫زرغون زيري يو‬ ‫مونږه‬
‫زرغون زيري يو‬ ‫مونږه‬

‫‪56‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫مونږ به پۀ څېړنو کړو‬


‫جهان‬ ‫منور‬ ‫ځانله‬
‫خيژو به خال ته مونږ‬
‫کړو به مسخر جهان‬

‫لوړ به وي زمونږ پرواز‬


‫مونږه زرغون زيري يو‬
‫مونږه زرغون زيري يو‬

‫‪57‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ژمے‬
‫يخ موسم دے‬ ‫ژمي‬ ‫د‬
‫يخ موسم دے‬ ‫ژمي‬ ‫د‬

‫څوک ناست دي انغرو ته‬


‫څوک ناست دي انګيټو ته‬
‫چا اور ځانله بل کړے‬
‫توديږې ئې لمبو ته‬

‫دا اور پۀ خلقو کم دے‬


‫د ژمي يخ موسم دے‬

‫د يخ ژمي ګړۍ ده‬


‫شورو اوږده ژړۍ ده‬
‫نه‬ ‫بابا پکښې د ځان‬
‫تاو کړې ښۀ شړۍ ده‬

‫چې تود وي څۀ ئې غم دے‬


‫د ژمي يخ موسم دے‬

‫ځليږي‬ ‫سپينه‬ ‫دنيا‬


‫تر څومره چې ښکاريږي‬
‫واورې سپين څپولي‬ ‫د‬
‫وريږي‬ ‫را‬ ‫چاپېره‬

‫تک سپين تمام عالم دے‬


‫د ژمي يخ موسم دے‬

‫‪58‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ټول تاويږي‬ ‫د نمر نه‬


‫ته ئې توديږي‬ ‫پيتاو‬
‫چې سترګه راښکاره کړي‬
‫هر څوک ترې قربانيږي‬

‫يخنۍ ترې ويستے دم دے‬


‫د ژمي يخ موسم دے‬

‫لېونۍ ده‬ ‫نن‬ ‫يخن‬


‫ده‬ ‫هوا هم پۀ سيالۍ‬
‫سونډک راوړې‬ ‫انډک‬
‫ده‬ ‫سيلۍ‬ ‫يخه‬ ‫تېره‬

‫نن زور د سيلۍ سم دے‬


‫د ژمي يخ موسم دے‬

‫‪59‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫د دین ارکان‬

‫پنځۀ د دين ارکان زمونږ‬


‫پۀ ټولو دے ايمان زمونږ‬

‫دين کلمه‬ ‫اول رکن‬


‫د رب د ذات آئين کلمه‬

‫دوئم رکن ئې مونځ کول‬


‫دري رکن روژه نيول‬

‫زکات ئ څلورم رکن‬


‫او حج ئې دے پنځم رکن‬

‫د دي خورې لمنې دي‬


‫خو دا پنځۀ ئې ستنې دي‬

‫د خدائے سره خدائي ښائي‬


‫بنده له بندګي ښائي‬

‫‪60‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫اختر‬
‫ښکلے اختر راغے‬ ‫بيا‬
‫ښکلے اختر راغے‬ ‫بيا‬

‫لوئے واړۀ او ځوان زاړۀ‬


‫هر څوک خوشاليږي نن‬
‫دلته بيا د لوئے اختر‬
‫ورځ نمانځلے کيږي نن‬

‫ښکلے اختر راغے‬ ‫بيا‬


‫ښکلے اختر راغے‬ ‫بيا‬

‫ګل ګل ماشومان وينم‬


‫هر څوک دي سينګار ښکلي‬
‫نوي ئې پۀ تن جامې‬
‫پښو کښې ئې پېزار ښکلي‬

‫ښکلے اختر راغے‬ ‫بيا‬


‫ښکلے اختر راغے‬ ‫بيا‬

‫نن له حده زيات ښکاري‬


‫جوش پۀ ماشومانو کښې‬
‫څوک ځانله پۀ ټال ځانګي‬
‫څوک پۀ زانګو ګانو کښې‬

‫ښکلے اختر راغے‬ ‫بيا‬


‫ښکلے اختر راغے‬ ‫بيا‬

‫‪61‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫دلته‬ ‫ځائے پۀ ځائے ځوانان‬


‫دي‬ ‫ته‬ ‫حاللو‬ ‫جمع‬
‫واړۀ‬ ‫دي ګوته پۀ خله‬
‫دي‬ ‫ناست ئې تماشو ته‬

‫ښکلے اختر راغے‬ ‫بيا‬


‫ښکلے اختر راغے‬ ‫بيا‬

‫خلقو يو بل له‬ ‫ټولو‬


‫ورکړې‬ ‫مبارکۍ‬ ‫نن‬
‫ټولو‬ ‫پردو‬ ‫او‬ ‫خپلو‬
‫له ډالۍ ورکړې‬ ‫يو بل‬

‫ښکلے اختر راغے‬ ‫بيا‬


‫ښکلے اختر راغے‬ ‫بيا‬

‫‪62‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ښۀ کتاب یو ښۀ مل دے‬

‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬


‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬

‫به درته ځان ښائي‬ ‫دے‬


‫درته جهان ښائي‬ ‫دے‬
‫پټ پناه‬ ‫د ژوند‬ ‫تا ته‬
‫د هر زمان ښائي‬ ‫دے‬

‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬


‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬

‫قدر چې د دۀ کړې تۀ‬


‫ډېر څۀ به ترې زده کړې تۀ‬
‫دے د سحر زېرے دے‬
‫ځان به ځلنده کړې تۀ‬

‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬


‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬

‫لري‬ ‫څوک چې دا حکمت‬


‫لري‬ ‫دے به لوئے همت‬
‫شي‬ ‫چرته به مفلس نۀ‬
‫لري‬ ‫څوک چې دا دولت‬

‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬


‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬

‫‪63‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫لوړ به دې معيار کړي دے‬


‫دروند به دې کردار کړي دے‬
‫تا چی پۀ خوږو کالو‬
‫کله هم سينګار کړي دے‬

‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬


‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬

‫تا به دے خوشال ساتي‬


‫الزوال ساتي‬ ‫به‬ ‫تا‬
‫تل به پۀ تيارو کښې تا‬
‫ساتي‬ ‫مشال‬ ‫لکه‬ ‫بل‬

‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬


‫ښۀ کتاب يو ښۀ مل دے‬

‫‪64‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ازادي‬

‫پېدا يو‬ ‫ازاد‬ ‫مونږه‬


‫ځکه مو ژوند جنت دے‬
‫تېښته‬ ‫نه‬ ‫غالمۍ‬ ‫د‬
‫د هر انسان فطرت دے‬

‫دے‬ ‫د هغۀ عظمت‬ ‫دا‬


‫دے‬ ‫د هغۀ عظمت‬ ‫دا‬

‫پاره‬ ‫له‬ ‫خوشالو‬ ‫د‬


‫کۀ پکار روغ صحت دے‬
‫پاره‬ ‫له‬ ‫ازادۍ‬ ‫د‬
‫سر پرېکول غېرت دے‬

‫دې هم دا قيمت دے‬ ‫د‬


‫دې هم دا قيمت دے‬ ‫د‬

‫د هسک ژوندون له پاره‬


‫مونږ له پکار وحدت دے‬
‫بقا ده‬ ‫زمونږ‬ ‫دغه‬
‫زمونږ عزت دے‬ ‫دغه‬

‫هم دا د نن حاجت دے‬


‫هم دا د نن حاجت دے‬

‫‪65‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ګوره‬ ‫ته‬ ‫بندې مرغۍ‬


‫پۀ دې کښې پروت عبرت دے‬
‫چغو وائي‬ ‫چغو‬ ‫پۀ‬
‫ژوندون ذلت دے‬ ‫غالم‬

‫دے‬ ‫لوئے نعمت‬ ‫ازادي‬


‫دے‬ ‫لوئے نعمت‬ ‫ازادي‬

‫‪66‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫پاکوالے نیم ایمان دے‬


‫دے‬ ‫انسان‬ ‫پاک‬ ‫تندرسته‬
‫دے‬ ‫ايمان‬ ‫نيم‬ ‫پاکوالے‬

‫هم‬ ‫له هر يو کاره مخکښې‬


‫وي‬ ‫د السو پاکول ښۀ‬
‫بيا‬ ‫او پس له هر يو کار‬
‫وي‬ ‫خپل دواړه الس وينځل ښۀ‬

‫دے‬ ‫انسان‬ ‫پاک‬ ‫تندرسته‬


‫دے‬ ‫ايمان‬ ‫نيم‬ ‫پاکوالے‬

‫ښۀ‬ ‫د هر خوراک نه وړاندې‬


‫وي‬ ‫د خلې کنګالول ښۀ‬
‫بيا‬ ‫او پس له هر خوراکه‬
‫وي‬ ‫د خلې صفا کول ښۀ‬

‫دے‬ ‫انسان‬ ‫پاک‬ ‫تندرسته‬


‫دے‬ ‫ايمان‬ ‫نيم‬ ‫پاکوالے‬

‫پۀ ورځ کښې خامخا يو ځل‬


‫پۀ هر موسم المبل ښۀ وي‬
‫پۀ شپه او ورځ کښې دوه ځله‬
‫پاکول ښۀ وي‬ ‫غاښونه‬

‫‪67‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫دے‬ ‫انسان‬ ‫پاک‬ ‫تندرسته‬


‫دے‬ ‫ايمان‬ ‫نيم‬ ‫پاکوالے‬

‫ګرځېدلو نه‬ ‫آبله‬ ‫پښې‬


‫پېزار پۀ پښو کول ښۀ وي‬
‫او هر رنګه جامې مدام‬
‫ښې پاکې اغوستل ښۀ وي‬

‫دے‬ ‫انسان‬ ‫پاک‬ ‫تندرسته‬


‫دے‬ ‫ايمان‬ ‫نيم‬ ‫پاکوالے‬

‫پۀ ورځ کښې دوه يا درې ځله‬


‫وېښتۀ منګزول ښۀ وي‬
‫اووه ورځو کښې يو ځلې‬
‫پرېکول ښۀ وي‬ ‫نوکونه‬

‫دے‬ ‫انسان‬ ‫پاک‬ ‫تندرسته‬


‫دے‬ ‫ايمان‬ ‫نيم‬ ‫پاکوالے‬

‫هم دغسې خپل کور کلے‬


‫بيخي صفا ساتل ښۀ وي‬
‫د ګېرچاپېر نه هر قسمه‬
‫سخاوالے لر کول ښۀ وي‬

‫دے‬ ‫انسان‬ ‫پاک‬ ‫تندرسته‬


‫دے‬ ‫ايمان‬ ‫نيم‬ ‫پاکوالے‬

‫‪68‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫لوظ‬
‫کلک د قول اظهار دے لوظ‬
‫پوخ مضبوط اقرار دے لوظ‬

‫هر څوک چې هم اوکړي لوظ‬


‫بيا اتبار ساتل ښۀ وي‬
‫څنګه پۀ هر قيمت‬ ‫هر‬
‫پوره کول ښۀ وي‬ ‫لوظ‬

‫کلک د قول اظهار دے لوظ‬


‫پوخ مضبوط اقرار دے لوظ‬

‫هېر چې وي د چا نه لوظ‬
‫ژوند د هغو ژوند نۀ وي‬
‫هر چا ته وي سپک هغه‬
‫څوک چې ئې پابند نۀ وي‬

‫کلک د قول اظهار دے لوظ‬


‫پوخ مضبوط اقرار دے لوظ‬

‫پاللے لوظ‬ ‫چې‬ ‫نشي‬


‫څۀ انسان نۀ دے‬ ‫هاغه‬
‫مړ چې پۀ خپل لوظ نۀ شي‬
‫نۀ دے‬ ‫مسلمان‬ ‫هاغه‬

‫کلک د قول اظهار دے لوظ‬


‫پوخ مضبوط اقرار دے لوظ‬

‫‪69‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫لوبې‬
‫لوبې صحت له ښې وي‬
‫لوبو له وخت پکار دے‬

‫وړکړي لوبو له وخت‬ ‫چې‬


‫صحت مند هغۀ وي‬ ‫نو‬
‫صحت مند وجود کښې‬ ‫پۀ‬
‫صحت مند مازغۀ وي‬ ‫ښۀ‬

‫لوبې صحت له ښې وي‬


‫لوبو له وخت پکار دے‬

‫د ګټې هر چا کښې دا‬


‫لويه جذبه پېدا کړي‬
‫زغملو‬ ‫بېداد‬ ‫د‬ ‫هم‬
‫حوصله پېدا کړي‬ ‫ښۀ‬

‫لوبې صحت له ښې وي‬


‫لوبو له وخت پکار دے‬

‫دا کړي پۀ ژوند ګښې خلق‬


‫تيار‬ ‫ته‬ ‫مقابلې‬
‫هم پۀ ازمېښت کښې چوکس‬
‫تيار‬ ‫کشالې ته‬ ‫هم‬

‫لوبې صحت له ښې وي‬


‫لوبو له وخت پکار دے‬

‫‪70‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫پۀ يو ژوندي قام کښې تل‬


‫لوبې د ژوند نخښې وي‬
‫لويو وړو‬ ‫ځکه د‬
‫د هر يو تن خوښې وي‬

‫لوبې صحت له ښې وي‬


‫لوبو له وخت پکار دے‬

‫‪71‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ښاد دې وي تل دا وطن‬

‫ګران دے ډېر پۀ ما وطن‬


‫ښاد دې وي تل دا وطن‬

‫خاوره‬ ‫د ننګيالو‬ ‫دا‬


‫خاوره‬ ‫د توريالو‬ ‫دا‬
‫خاوره‬ ‫د بريالو‬ ‫دا‬

‫مې د بابا وطن‬ ‫دا‬


‫ښاد دې وي تل دا وطن‬

‫دا د خوش بختۍ زېرے‬


‫زېرے‬ ‫دا د سوکالۍ‬
‫زېرے‬ ‫دا د خپلواکۍ‬

‫زار د مسيحا وطن‬


‫ښاد دې وي تل دا وطن‬

‫زۀ دلته کښې ښاد يمه‬


‫اباد يمه‬ ‫زۀ دلته‬
‫ازاد يمه‬ ‫زۀ دلته‬

‫ژوند له مې بقا وطن‬


‫ښاد دې وي تل دا وطن‬

‫‪72‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زمکه‬ ‫پسرلو‬ ‫د‬ ‫دا‬


‫زمکه‬ ‫ګلدرو‬ ‫د‬ ‫دا‬
‫زمکه‬ ‫نندارو‬ ‫د‬ ‫دا‬

‫وطن زما وطن‬ ‫ګل‬


‫ښاد دې وي تل دا وطن‬

‫‪73‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫موسمونه‬

‫موسمونه‬ ‫وي‬ ‫څلور‬


‫خصلتونه‬ ‫ئې‬ ‫څلور‬
‫اوړے وي بل ژمے‬ ‫يو‬
‫سپرلے وي يو ‪ ،‬بل منے‬

‫مياشتې وي اوړے‬ ‫پنځه‬


‫ډېر خوږ وي پکښې سيورے‬
‫ده‬ ‫" ايساکۍ "‬ ‫اوله‬
‫ده‬ ‫ککرۍ‬ ‫اوړي‬ ‫د‬
‫بيا "جېټ" ‪" ،‬هاړ" ‪" ،‬پشکال" دي‬
‫چې ګرمې د ټول کال دي‬
‫اخيره ئې " بادرو " ده‬
‫ده‬ ‫د وتو‬ ‫اوړي‬ ‫د‬

‫بيا تاو کړي وخت ګرزني‬


‫مني‬ ‫د‬ ‫راشي‬ ‫موسم‬
‫"اسو" وي او "کتک" وي‬
‫دا دوه مياشتې ئې وخت وي‬
‫د ورځې کۀ ګرمي وي‬
‫د شپې پکښې يخني وي‬

‫بيا درې مياشتې وي ژمے‬


‫تېر شي څنګه منے‬ ‫چې‬
‫"مګر" وي "پو" او "ما" وي‬
‫سېوا وي‬ ‫پکښې‬ ‫يخني‬

‫‪74‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫څنګ مياشت چې د "مګر" شي‬


‫يخني پۀ سم او غر شي‬
‫چې مياشت څنګه د " پو" شي‬
‫پرخه د کتو شي‬ ‫بيا‬
‫چې مياشت کله د "ما" شي‬
‫شي‬ ‫هوا‬ ‫يخه‬ ‫تېره‬

‫وي‬ ‫بيا دوه مياشتې سپرلے‬


‫وي‬ ‫هر ګل پکښې مسکے‬
‫وي‬ ‫مياشت " پګڼ "‬ ‫اوله‬
‫وي‬ ‫ګلبن‬ ‫پکښې‬ ‫ودان‬
‫وي‬ ‫ئې " چېتر "‬ ‫دويمه‬
‫وي‬ ‫باران پکښې پۀ تر‬

‫‪75‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زۀ تازه ګالب وومه‬

‫زۀ تازه ګالب وومه‬


‫ګل ووم پۀ شباب وومه‬

‫زۀ يوه تنکۍ غوټۍ‬


‫پۀ ډنډر شومه‬ ‫جوړه‬
‫بيا له ډېره زياره پس‬
‫شومه‬ ‫ګل‬ ‫اوغوړېدم‬

‫زۀ تازه ګالب وومه‬


‫ګل ووم پۀ شباب وومه‬

‫تاو رانه شنې پاڼې وې‬


‫زۀ‬ ‫خندېدمه‬ ‫ځانله‬
‫خپل شينکي ډنډر باندې‬
‫سور ووم ځانګېدمه زۀ‬

‫زۀ تازه ګالب وومه‬


‫ګل ووم پۀ شباب وومه‬

‫ما له‬ ‫خلق به راتلل‬


‫ښکال‬ ‫زۀ ووم د بوستان‬
‫ماته‬ ‫هر چ ا به کتل‬
‫ښکال‬ ‫د ګلستان‬ ‫ووم‬

‫‪76‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زۀ تازه ګالب وومه‬


‫ګل ووم پۀ شباب وومه‬

‫د خپلې څانګې نه‬ ‫زۀ‬


‫ګوتو جدا کړمه‬ ‫ستا‬
‫چې پۀ ډنډر خاندل‬ ‫ما‬
‫زۀ پۀ ژړا کړمه‬ ‫تا‬

‫زۀ تازه ګالب وومه‬


‫ګل ووم پۀ شباب وومه‬

‫ختمه تازګي‪ .‬شوه مې‬


‫مړاوے شومه سپک شومه‬
‫پک شومه‬ ‫ورژېدم‬
‫خاورې شومه ورک شومه‬

‫زۀ تازه ګالب وومه‬


‫ګل ووم پۀ شباب وومه‬

‫خوشالۍ له تا‬ ‫لږې‬


‫غم زما پۀ تن راوست‬
‫پۀ څۀ ګناه‬ ‫اووايه‬
‫ما له تا اجل راوست‬

‫زۀ تازه ګالب وومه‬


‫ګل ووم پۀ شباب وومه‬

‫‪77‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫مخلوقات‬

‫له‬ ‫رب خپل ربوبيت‬


‫او خپل ثنا صفت له‬
‫درې قسمه پېدا کړي‬
‫مخلوق خپل عبادت له‬

‫له‬ ‫وحدانيت‬ ‫خپل‬ ‫بس‬


‫له‬ ‫وحدانيت‬ ‫خپل‬ ‫بس‬

‫اول د ادم ذات دے‬


‫چې علم ئې ډېر زيات دے‬
‫د خاورې نه دے جوړ خو‬
‫اشرف له مخلوقات دے‬

‫دے روح د کائنات دے‬


‫دے روح د کائنات دے‬

‫پېريان دي‬ ‫دوئم قسم‬


‫د سترګو نه پنهان دي‬
‫کړي‬ ‫اوره پېدا‬ ‫له‬
‫زمونږه رب سبحان دي‬

‫خوارۀ پۀ کل جهان دي‬


‫خوارۀ پۀ کل جهان دي‬

‫‪78‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫دي‬ ‫فرښتې‬ ‫دريم ئې‬


‫دي‬ ‫چې ښې ئې مرتبې‬
‫او‬ ‫له نوره دي پېدا‬
‫دي‬ ‫پۀ هر لوري خورې‬

‫عقيدې دي‬ ‫ئې‬ ‫پخې‬


‫عقيدې دي‬ ‫ئې‬ ‫پخې‬

‫‪79‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫خاورې زۀ دې ځوے یمه‬

‫تۀ مې ئې خپل ځان مورې‬


‫تۀ مې ئې ايمان مورې‬
‫خوره سينه‬ ‫ما دې پۀ‬
‫کړے دے توالن مورې‬

‫خاورې زۀ دې ځوئے يمه‬


‫خاورې زۀ دې ځوئے يمه‬

‫ښاغلے يم‬ ‫ته زۀ‬ ‫تا‬


‫نازولے يم‬ ‫ته‬ ‫تا‬
‫خپله غېږه کښې‬ ‫پۀ‬ ‫تا‬
‫يم‬ ‫لوبولے‬ ‫زۀ‬ ‫تل‬

‫خاورې زۀ دې ځوئے يمه‬


‫خاورې زۀ دې ځوئے يمه‬

‫نسبت لرم‬ ‫سره‬ ‫تا‬


‫لرم‬ ‫لرم غېرت‬ ‫ننګ‬
‫پۀ خپلو مټو کښې‬ ‫زور‬
‫لرم‬ ‫حفاظت‬ ‫د‬ ‫ستا‬

‫خاورې زۀ دې ځوئے يمه‬


‫خاورې زۀ دې ځوئے يمه‬

‫‪80‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫نظر زما‬ ‫غوندې‬ ‫باز‬


‫د ايلم غر زما‬ ‫تن‬
‫به دښمنان کړمه‬ ‫زېر‬
‫زما‬ ‫حېدر‬ ‫لکه‬ ‫وار‬

‫خاورې زۀ دې ځوئے يمه‬


‫خاورې زۀ دې ځوئے يمه‬

‫‪81‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫د شپې ورځې وختونه‬

‫اوله سپين سحر شي‬


‫ښکاره ځلنده نمر شي‬

‫بيا تکه سره غرمه شي‬


‫دا زمکه ښۀ توده شي‬

‫بيا زيړ مازيګرے شي‬


‫د نمر پيتاو نرے شي‬

‫او بيا سکڼے ماښام شي‬


‫د ورځ عمر تمام شي‬

‫اخير کښې توره شپه شي‬


‫دنيا پۀ خوب اوده شي‬

‫د شپې ورځې وختونه‬


‫د وخت دا تصويرونه‬
‫هم دغسې چورليږي‬
‫راخيژي ‪ ،‬فنا کيږي‬

‫‪82‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫علم‬

‫علم هم جمال دے‬


‫علم هم جالل دے‬

‫علم لويه پوهه ده‬


‫علم لوئے کمال دے‬

‫علم زرين تاج د سر‬


‫علم د تن ډال دے‬

‫علم خزانه د ژوند‬


‫علم د بخت الل دے‬

‫علم د تيارو دښمن‬


‫علم بل مشال دے‬

‫علم له زوال نشته‬


‫الزوال دے‬ ‫علم‬

‫‪83‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زما فطرت‬

‫ښکلے مې خوئي ‪ ،‬ښکلے فطرت دے زما‬


‫هر چا ته دروند کتل عادت دے زما‬

‫ځکه ئې ما خدمت ته غاړه ايښې‬


‫مور د پښو الندې جنت دے زما‬ ‫د‬

‫وايم‬ ‫مدرسې سبق پۀ مينه‬ ‫د‬


‫پۀ دې محنت کښې هم عظمت دے زما‬

‫کوومه‬ ‫احترام‬ ‫استادانو‬ ‫د‬


‫داسې تربيت دے زما‬ ‫هم‬ ‫شوے‬

‫زۀ پکښې لوبو له هم وخت اوباسم‬


‫خو دغه کا د فراغت دے زما‬

‫ګڼمه‬ ‫خلکو عبادت‬ ‫د‬ ‫خدمت‬


‫د ژوند مقصد دا عبادت دے زما‬

‫‪84‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زمونږه دین اسالم دے‬

‫قرآن زمونږ کالم دے‬


‫چې دا د رب انعام دے‬

‫مسلمانان يو‬ ‫مونږ‬


‫زمونږه دين اسالم دے‬

‫چا ته چې خواږۀ يو مونږ‬


‫هغو ته مو سالم دے‬

‫امن پۀ دنيا غواړو‬


‫بس دا زمونږ پېغام دے‬

‫ځوانې دي جذبې زمونږ‬


‫منزل راته يو ګام دے‬

‫مونږ ته هر يو مشر خپل‬


‫د احترام دے‬ ‫قابل‬

‫‪85‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زۀ د وطن شان یمه‬

‫زۀ د وطن شان يمه‬


‫زۀ د وطن ځوان يمه‬

‫زۀ د وطن مټې يم‬


‫زۀ د وطن توان يمه‬

‫زۀ دا وطن ځان ګڼم‬


‫زۀ د وطن ځان يمه‬

‫دا مې د سر سيورے دے‬


‫زۀ پۀ دۀ ودان يمه‬

‫زار يم د وطنه زۀ‬


‫زۀ پۀ دۀ قربان يمه‬

‫‪86‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫د ژوند قیصه‬
‫کۀ سل کاله پېړۍ ده‬
‫پۀ شمار يوه ګړۍ ده‬

‫کۀ دولس مياشتې کال دے‬


‫زر تېر شي دا ئې حال دے‬

‫څلور هفتې کۀ مياشت ده‬


‫ژوندۍ پۀ خپل شناخت ده‬

‫ده‬ ‫اووۀ ورځې هفته‬


‫ده‬ ‫ګلد سته‬ ‫د ګلو‬

‫څليريشت ګنټې ورځ* ده‬


‫پۀ نمر هم پۀ وريځ ده‬

‫منټه‬ ‫شپېته‬ ‫ګنټه‬


‫هم داسې ده چورلټه‬

‫سيکنډه‬ ‫شپېته‬ ‫منټ‬


‫شوه ختمه قيصه لنډه‬

‫*ورځ (دلته ترې مراد شپه او ورځ ده )‬

‫‪87‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫زۀ ژوبڼ له تلے ووم‬

‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬


‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬

‫لوئے لوئے او واړۀ واړۀ‬


‫وو رنګي مارغان پکښې‬
‫سپين او زيړ هم سرۀ او شنۀ‬
‫وو ښکلي طوطيان پکښې‬

‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬


‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬

‫شادوګان پکښې‬ ‫وو‬ ‫ګڼ‬


‫د نخر و نه ډک‬ ‫وو‬ ‫ټول‬
‫خاندولے ووم‬ ‫ئې‬ ‫سم‬
‫د پېښو نه ډک‬ ‫وو‬ ‫ډېر‬

‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬


‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬

‫دوه وو منزري پکښې‬


‫رنګ وۀ زيړ بخن د دوي‬
‫ځا نله پۀ پنجره کښې بند‬
‫سم به غړمبېدل هغوي‬

‫‪88‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬


‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬

‫هاتي هم وۀ‬ ‫يو پکښې‬


‫ئې غوږونه وو‬ ‫لوئے لوئے‬
‫خړتم د دۀ‬ ‫زوړند وۀ‬
‫ئې غاښونه وو‬ ‫دوه اوږده‬

‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬


‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬

‫وۀ يو‬ ‫څۀ ښائسته طاوس‬


‫پۀ سر‬ ‫ښکلے ئې وۀ تاج‬
‫د دۀ‬ ‫وه لکۍ‬ ‫ګوره‬
‫هر وزر‬ ‫رنګ پۀ رنګ ئې‬

‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬


‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬

‫بل خوا ته جوړه جوړه‬


‫هوسۍ‬ ‫ګرځېدې‬ ‫ځانله‬
‫وليدم‬ ‫زۀ چې به ئې‬
‫بيا به ترهېدې هوسۍ‬

‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬


‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬

‫‪89‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫وليد‬ ‫چې بن مانس‬ ‫ما‬


‫حېران‬ ‫شومه ورته زۀ‬
‫سم له رنګه تور وۀ دے‬
‫تاو ترې وو چاپېر سيخان‬

‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬


‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬

‫بل‬ ‫وۀ‬ ‫خوا ځناور‬ ‫يو‬


‫دے‬ ‫وۀ‬ ‫لکه سنډا‬ ‫سم‬
‫وۀ‬ ‫کښې‬ ‫ښکر ئې پۀ تندې‬
‫دے‬ ‫وۀ‬ ‫ګېنډا‬ ‫ليدۀ‬ ‫ما‬

‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬


‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬

‫يو پکښې اوښ پړانګ هم وۀ‬


‫دۀ‬ ‫وه غړۍ د‬ ‫لويه‬
‫رنګ ئې تاپي تاپي وۀ‬
‫لکۍ د دۀ‬ ‫وه‬ ‫لنډه‬

‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬


‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬

‫کښې برګ خرۀ هم وو‬ ‫هلته‬


‫تلۀ راتلۀ‬ ‫د ېخوا‬ ‫اخوا‬
‫او سپين پۀ پټو وو‬ ‫تور‬
‫وو دا څاربۀ څاربۀ‬ ‫ښۀ‬

‫‪90‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬


‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬

‫يګ مې پکښې هم وليد‬


‫مست ښۀ له غورځنګه وۀ‬
‫لوئے لوئے وو وېښتۀ د دۀ‬
‫دے هم تور له رنګه وۀ‬

‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬


‫ووم‬ ‫له تلے‬ ‫ژوبڼ‬ ‫زۀ‬

‫‪91‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫خپلولي‬

‫تصور مې د جنت دے‬


‫فرښتې غوندې مې مور ده‬

‫د دې مور مې يوه خور ده‬


‫پۀ رشته مې هغه ترور ده‬

‫چا ته زۀ چې ورندار وايم‬


‫ښځه دا زما د ورور ده‬

‫زما مور د هغې خواښې‬


‫چې زما د مور اينګور ده‬

‫دغه رنګ چې زما خور ده‬


‫د ورندار مې دا ايندرور ده‬

‫د پښتو پۀ خپلولۍ کښې‬


‫دا رشته د هر يو کور ده‬

‫‪92‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫څلور نائبان‬

‫پس له خوږ نبي نه وو‬


‫داسې صحا بيان څلور‬
‫غوره چې له هر چا وو‬
‫وو نائبان څلور‬ ‫د‬

‫کوم چې و رښتونے ډېر‬


‫وۀ دے وړومبنے نائب‬

‫ابوبکر وۀ‬ ‫نوم ئې‬


‫لوئے وۀ کرامت د دۀ‬
‫لقب ئې صديق پرېوت‬
‫ډېر وۀ صداقت د دۀ‬

‫کوم چې جاللي وۀ ډېر‬


‫دے وۀ دويمے نائب‬

‫خپل نوم ئې عمر لرۀ‬


‫خور وۀ رياست د دۀ‬
‫لقب ئې فاروق پرېوت‬
‫ښۀ وۀ نظامت د دۀ‬

‫‪93‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫کوم چې وۀ ډېر زيات سخي‬


‫دے وۀ درئمے نائب‬

‫خپل نوم ئې عثمان لرۀ‬


‫دروند وۀ تجارت د دۀ‬
‫لقب ئې غني پرېوت‬
‫ډېر وۀ سخاوت د دۀ‬

‫کوم چې وۀ ښۀ ډېر تورزن‬


‫دے وۀ څلورم نائب‬

‫نوم ئې خپل علي لرۀ‬


‫زيات وۀ لياقت د دۀ‬
‫لقب ئې حېدر پرېوت‬
‫ډېر وۀ شجاعت د دۀ‬

‫‪94‬‬
‫ډاکټر دیدار یوسفزے‬ ‫زرغون زېري‬

‫دعا‬

‫هللا‬ ‫زما‬ ‫هللا‬ ‫يا‬


‫هللا‬ ‫واوره دا دعا‬

‫دې خاکي وجود له مې‬


‫را د نور ځال هللا‬

‫ما کړه د بېګا پۀ مخ‬


‫پړق د روڼ سبا هللا‬

‫هر باطل ته وساته‬


‫نېغ مې سر سدا هللا‬

‫د مجاهد راکړه‬ ‫ژوند‬


‫د شهيد را هللا‬ ‫مرګ‬

‫تمنا د زړۀ‬ ‫مې‬ ‫دا‬


‫التجا هللا‬ ‫مې‬ ‫دا‬

‫‪95‬‬
‫د ﻟﯿﮑﻮال ﻧﻮر ﮐﺘﺎﺑﻮﻧﻪ‬

‫ﻧﺴﮑﻮرې ﻟﭗې ‪ ---------------------------‬ﻫﺎﺋﯿﮑﻮ‬


‫ﺷﻮﮐﺎڼﮯ ‪ --------------------------‬ﺷﻌﺮي ټولګه‬
‫ﺳﺘﻮري ﺗﻮري ‪ -----------------‬ﻧﻌﺘﻮﻧﻪ ) ﻧﺎﭼﺎﭘﻪ (‬
‫ﺳﺮې ﭼﯿﻦې ‪ -----------------------‬ﻧﺜﺮ) ﻧﺎﭼﺎﭘﻪ (‬

You might also like