You are on page 1of 135

‫دصلیب په دایرو کي‬

‫مات وزري زاڼي ژاړي‬

‫پروفېسر راز محمدراز‬


‫‪2‬‬

‫د لیکوال او خپورنکي ټولني سره ددې کتاب ټول حقوق خوندي دي‬

‫د كتا ب نوم‪..........‬د صلیب په دایرو کي وزري زاڼي ژاړي‬


‫شاعر‪ ...........................‬پروفېسرراز محمد راز‬
‫لومړی چاپ ‪.......................................‬جون ‪ ۱۹۹۹‬ء‬
‫‪ ....................................................‬دوهم چاپ‬
‫خپورونکی‪ ..........................‬فکر نو ادبي فورم‪ ،‬پښين‬
‫د پښتۍ طرحه‪.........................‬نصرت منګي‬
‫د چاپ شمير‪۵۰۰...........................................‬‬
‫کمپيوټر چاري‪ ................................‬بالول زی‬
‫بيعه‪۱۵۰ .............................................‬روپۍ‬
‫درک‬

‫افغان قرطاسيه فروشي‪ ،‬ارګ بازار کندهار‬


‫کابل کتاب پلورنځی‪ ،‬ارګ بازار کندهار‬
‫دانش کتابتون‪ ،‬پېښور‪ ،‬کابل‬
‫احمد نيوز اېجنيسي‪ ،‬پښين‬

‫د شاعر پېژندګلوي‬

‫نوم ‪.........................................................‬راز محمد‬


‫تخلص‪...........................................................‬راز‬
‫‪3‬‬

‫د پالر نوم ‪................................‬حاجي ملک محمددین خان‬


‫په خټه ‪...........................................................‬ترین‬
‫زوکړه ‪ ۱۹۵۱..............................................‬ء پښین ښار‬
‫زده کړي‪...........................................‬ایم اې تاریخ کراچي‬
‫دنده‪.................................‬د تاریخ پروفېسر ( اوس پرنسپل )‬
‫موبایل‪۰۳۰۰۳۸۹۷۰۷۷...............................................‬‬
‫درک‪........................................‬ګورنمنټ ډګري کالج پښين‬

‫زه د دې مجموعې تړون د ځان د دې شعر په نوم کوم‬

‫تاته ځکه زما د غم اندازه نسي‬


‫تا د خدای مینه لیدلې نه ده خدایه‬
‫‪4‬‬

‫تلالی یار چي په صورت د بهار راسي‬


‫ښاخ په ښاخ شګوفې وکړم لکه درخته‬

‫یوڅو رسمي خبري‬


‫‪5‬‬

‫زه زما د شاعرۍ د قدر د ټاکلو او د جاج‬


‫اخسېتلو وظیفه د وختونو و شعور او د تاریخ و ‪،‬‬
‫وجدان ته پریږدم او دا وخت د خپلي شاعرۍ په‬
‫فکري او ټولنيز پس منظر باندي د یو څو خبرو د‬
‫کولو روایت تر سره رسوم –‬
‫زه د فرانسوي نقاد طین ‪ Taine‬د دې وینا سره‬
‫اتفاق لرم چي د یوه ادبي شهکار په تخلیق کي درې‬
‫عناصر تاریخي کردار ادا کوي ‪.‬‬
‫‪. 1‬د تخلیق کار نسلي اوصاف ‪-‬‬
‫‪ . ۲‬د هغه ماحول ‪-‬‬
‫‪ . ۳‬او تخلیقي لمحه ‪ ،‬زه د ویني په شعور او د‬
‫اجتماعي نفسیاتو پر مابعدالطبیعاتي حقیقت باندي‬
‫یقین لرم او دا خیال لرم چي د تاریخي قومونو تخلیق‬
‫کاران او شاعران د ویني د شعور او د اجتماعي‬
‫نفسیاتو د وراثت لکبله بېل شناخت او تاریخي‬
‫وجدان لري او دا صفات یې په تخلیقي آثارو کي په‬
‫ښکاره سره لیدل کیږي –‬
‫زه دا منم چي شاعر د خپل زمان زوی او ترجمان‬
‫وي او په شاعري کي یې د روح عصر موضوعي‬
‫او معروضي حقیقتونه کله پر شعوري او کله پر‬
‫تحت الشعوري سطح باندي ځان څرګندوي او هم په‬
‫تخلیق کي د هغه لمحې د اهمیت احساس لرم د چا له‬
‫زړه څخه چي تخلیقي تحریک زیږي او محرک پاته‬
‫کیږي او ورسره‬

‫شاعر ته د ژوند آفاقي کینوس له وختو څخه‬


‫ماورایت او د مکان له تحدیده ( حدبندي ) څخه‬
‫خالصون په الس ورکوي –‬

‫زه خپلي شاعرۍ ته د هیڅ یو ‪ ٫٫‬ازم ‪ ٬٬‬وجودیت‬


‫‪ EXISTENTIALISM‬سریلزم یا د‬
‫صوفیانه رومانیت ‪-‬‬
‫‪ ROMANTICISM MYSTIC‬نوم نه‬
‫ورکوم نه زه د عینیت او مادیت په بحث کي ځان‬
‫اچوم ‪ ،‬نه د کیرک ګرد او د ډېکارټ په بحث کي‬
‫دلچسپي لرم چي یوه وینا کاندي چي زه موجود یم‬
‫‪6‬‬

‫نو ځکه فکر کوم او بل استدالل کوي چي زه فکر‬


‫کوم نو موجود یم –‬
‫زه په خپله د کاینات د نورو عناصرو ( لکه لمر ‪،‬‬
‫مځکي او سمندر ) په تقلید د کایناتي شعور په غیږ‬
‫کي د جبر تر احساس الندي آزادانه ژوند تیروم او‬
‫و خپل ژوند ته د ک ُل په تناظر کي د کتلو شاعرانه‬
‫عادت لرمه ‪.‬‬
‫زه ژوند یو آفاقي قدر ګڼم او د ځان د کایناتي‬
‫اسکیم یو فرد ګڼم د ژوند او انسانیت د مذهبي ‪،‬‬
‫جغرافیایي‪ ،‬نسلي او زماني تقسیم په هیڅ یوه حق‬
‫کي نه یم – د ژوند له تضاداتو څخه د زد کړي‬
‫کوشش په کار راوړم او د ژوند د جبلي ‪ ،‬تعقلي‬
‫او جداني احساساتو د ارتفاع د پاره د هغو‬
‫موضوعي او معروضي ضرورتونه په نظر کي‬
‫ساتم‬
‫زه ډېر ناوخته په دې حقیقت پوه سوم چي زه یو‬
‫انفرادي وجود نه یم بلکې د کاینات د ُکل یو حرکي‬
‫جُز یم او په کاینات کي د حرکت د جاري قوانینو‬
‫په سوب د هري لمحې د بدلون په زد کي او سم د‬
‫تعامل انجذاب او د کېفیتي بدلون تر اصولو الندي‬
‫ژوند تېروم او ورسره د ظواهرو په شا چي کوم‬
‫یو مابعدالطبیعاتي حقیقت وجود لري ماد خپلي‬
‫شاعرۍ په توسط د هغه ذات سره د تماس نیولو‬
‫هڅه کړې ده او د هغه سره مي د ارضي رشتو د‬
‫جوړیدو تخلیقي ستړيا پر ځان منلې ده –‬
‫ما د مذهب د تنها خدای او د کاینات د یوازي انسان‬
‫تر منځ د باهمي اعتماد د رشتې بنیاد ایښی دی –‬
‫زه د خوبونو پر ابدیت باندي پوخ یقین لرم او د یوه‬
‫شاعر په حیث د لوی خدای په تقلید کي د وختو‬
‫څخه ماورا د ښایسته خوبونو د لیدلو فطرت لرمه‬
‫او ګمان کوم چي دا ښایسته او کامل جهان د لوی‬
‫خدای د زړه یو تجسیمي خوب دی شاهد چي‬
‫نامعلوم تعبیر ته یې د وختونو دا دومري اوږد دام‬
‫خور ایښی دی –‬
‫زه د شارک ‪)Shark‬په شاني مبارز خوبونه د‬
‫زوند اساسي جوهر ګڼم دا زما مبارز خوبونه دي‬
‫چي د خپلو تعبیراتو د حصول د پاره یې زه د‬
‫‪7‬‬

‫قدرت سره په مجادله کي بوخت پاته کړی یم ځکه‬


‫ما یو ځای ویلي وو –‬
‫که هر څو مي د تقدیر په ضد ته هسک سې‬
‫زما خوبونه غاړه نه ږدي ستا رضا ته‬
‫د ځان د موجودګۍ د احساس د پاره او د حریت د‬
‫اساسي جوهر د ژوندي ساتلو د پاره کله کله د‬
‫قدرت او تقدیر په مقابل بغاوت ضروري سي –‬
‫داغه زموږ خوبونه دي چي د خپلو تعبیراتو د پاره‬
‫و موږته د بغاوت کولو جرات رابخښي ‪ ،‬کوم‬
‫خلګ چي د خوبونو د لیدلو فطرت لري هغه په‬
‫آخیري تجزیه کي د ژوند پر ګرېزان فطرت باندي‬
‫د غلبې عزت ګټي –‬
‫زه د اسپېنوزا د وینا په مطابق د قدرت لخوا د‬
‫ټاکل سوي محدودیت حقیقت پر ځان باندي منم خو‬
‫د دې جبر د منلو باوجود د امید او رجاهیت لمن‬
‫کله هم له السه نه ورکوم –‬
‫زه د ژوند محدودیت ‪ ،‬تضادات او محرومیت ځان‬
‫ته د قدرت لخوا سزا نه ګڼم بلکې د ژوند د ارتقاع‬
‫او ودي د پاره ځني د محرک کار اخلم هم دا وجه‬
‫ده چي له شکوې او له شېون څخه زړه لري ساتم‬
‫–‬
‫زه د یوه شاعر په حیث له غیر منطقي او غیر‬
‫فطري غوښتنو څخه ډده کوم ځکه له لمر سر په‬
‫دې عداوت نه لرم چي هغه زما د کور په دېګدان‬
‫کي تر دېګ الندي ولي لمبه لمبه نه بلیږي هم د دې‬
‫اصول اطالق پر واړه ژواک باندي ساتم –‬
‫زما په خیال کي د هر سړي په زواک کي دا یو څو‬
‫خبري د هغه د حیات د فلسفې بنیاد ایږدي یعني‬
‫هغه دخدای ‪ ،‬ژوند ‪ ،‬ښځي ‪ ،‬مرګ او تقدیر په باب‬
‫څه نظر لري ‪ ،‬ما په خپله شاعرۍ کي پر دې‬
‫باندي خبره کړې ده دلته ضمنا ً یې لږ ذکر کول‬
‫غواړم –‬
‫کله کله چي مي زړه سي چي زه د خدای سره و‬
‫خپل تعلق ته یو اصطالحي نوم ورکړم ‪ ،‬نو و ذهن‬
‫ته مي د اسپېنوزا د انټلکچوهل لو آف ګا‌ډ‬
‫‪INTELLECTUAL LOVE OF GOD‬‬
‫کانسپټ ‪ CONCEPT‬راسي چي ال ادري‬
‫‪8‬‬

‫برټرینډ رسل هم ورته په خپله سوانح عمري کي‬


‫ډېر د ارزښت په نظر ګوري –‬
‫زما په خیال کي بې دلیله د خدای د منلو عقیده پر‬
‫خپل ځان باندي په خو د د صداقت دلیل لري‬
‫ما د بندګۍ شعور له واعظ څخه پرته ‪ ،‬د کاینات د‬
‫نورو عناصرو د رضایت او اطاعت څخه اخذ‬
‫کړی دی ما د صبر او انتظار کولو صفت د خزان‬
‫د درختو له وقاره او زغم څخه کشید کړی دی –‬
‫ما د ژوند واړه اصولونه او رویې د کاینات د‬
‫صحیفې له مطالعې او مشاهدې څخه تر السه کړي‬
‫روح‬
‫ِ‬ ‫دي ‪ ،‬او د کاینات په نظم او وحدت کي مي د‬
‫کاینات د موجودګۍ یقین درلودلی دی‪ -‬د مرګ‬
‫سره د ميني تړون زه د ژوند په هر انتشار کي لکه‬
‫کل مجتمع ساتلی یم ‪ ،‬یو سړی چي له ویدېدو څخه‬
‫ته بیر یږي نو هغه زما په خیال کي باهد چي د‬
‫مرګ له خوبه څخه هم په ډار نه سي چي په‬
‫آخیري تجزیه کي له زماني فرق څخه پرته دواړه‬
‫د یوه او بل سره د کیفیت پر حواله ډېر مشابهت‬
‫لري –‬
‫زه خبر نه یم چي ښایست او ژوند څو موضوعي‬
‫او معروضي حقیقت لري د یوه شاعر په حیث زما‬
‫د پاره فقط موجودګي یې ډېر اهمیت لري او د‬
‫تخیل په توسط د دواړو په بېرته تکراري تخلیق‬
‫راته بسیار ارزښت لري –‬
‫ما د مثالي انساني ښایست او د هغه د میني د لټون‬
‫ستړي پر ځان باندي منلې ده او د ژوند د تکامل‬
‫ارفع هدف مي هر وخت په نظر کي ساتلی دی ‪.‬‬
‫زه په دې باندي هم خبر نه یم چي مینه صرف او‬
‫صرف له ښایسته زیږي که نور عوامل هم پکي‬
‫تولیدي برخه لري ؟ الکن زه په دې باندي ښه خبر‬
‫یم چي مینه یو انسان له بل انسان سره لکه د ژمي‬
‫مارن پیوست ساتي او په دوو نورو ارتقایي‬
‫روح کاینات سره د‬
‫ِ‬ ‫مراحلو کي یې د کاینات او‬
‫وحدت په رشته پېودي او په دا توګه یې له زړه‬
‫څخه د کایناتي بېګانګۍ ستړي تویوي –‬
‫‪9‬‬

‫د قدرت او جبر بحث ډېر زوړ او اوږد تاریخ لري‬


‫خو وجودي فلسفیانو پر دې باندي په نوي انداز د‬
‫رڼا اچولو هڅه کړې ده –‬
‫ژان پال سارتر د فرد د انتخاب د جبر استدالل‬
‫لري هغه وایي چي د ژوند په جریان کي هر سړی‬
‫د څه نه څه څیز د انتخاب مجبوري په غاړه لري‬
‫هم دا ځاني انتخاب یې د تقدیر بنسټ ایږدي –‬
‫زه پخپله چیري چي د سارتر اختیاري جبر منم‬
‫هلته د انساني تقدیر په لړ کي د کاینات د پالن او د‬
‫اشیاو د ‪ ٫٫‬اسکیم ‪ ٬٬‬په وسیع تناظر کي د کایناتي‬
‫جبر اصول هم منم –‬
‫شاهدچي تقدیر د سارتر د اختیاري جبر او د‬
‫مابعدالطبعیاتي نامعلومو غوښتنو ګډ اصطالحي‬
‫نوم دی هسي هم د جبر احساس د آزادۍ بنیاد‬
‫ګرځي کوم څوک چي د کایناتي جبر ادراک ولري‬
‫هغه بیا له واړو پابندیو څخه د خالصون وسایي‬
‫مومي –‬
‫دا یوه عجبه معما او عقده ده چي د معروضي دنیا‬
‫واړه آفاقي قدرونه په آخیري تجزیه کي موضوعي‬
‫یا مابعدالطبعیاتي حقیقتونه لري ‪ ،‬ما د خپلي‬
‫شاعرۍ په حواله هم د دې حقیقتونو سره د تماس‬
‫نیولو تخلیقي جرات په کار را وستلی دی ځکه‬
‫شاعري مي د ژوند د کلیت عکس العمل په ځان‬
‫کي د ښکاره کولو تخلیقي هدف لري –‬
‫د خدای کاینات او انسان تر منځ چي کوم کایناتي‬
‫الکن موضوعي مثلث واقع دی ما دخپلي شاعرۍ‬
‫په توسط دا کوښښ کړی دی چي داغه موضوعي‬
‫مثلث ته یو معروضي صورت ور وبخښم –‬
‫ما د خپلي شاعرۍ په حواله په بېکران او وسعت‬
‫پذیر کاینات کي په امکاني حواله د انسان د ارفع‬
‫مقام د ټاکلو ښکاره هدف درلودلی دی –‬
‫انسان چي زما په نظر کي یو فاني دیوتا دی او په‬
‫خپل نسل کي د ابدیت وصف لري –‬
‫موالنا روم یوه ډېره په زړه پوري وینا کاندي هغه‬
‫وایي چي –‬
‫مرد هغه دی څوک چي خدای قابو کړي ‪٬٬‬‬
‫‪10‬‬

‫ما هم داغه جرات او ارمان د انسان په وینه د کرلو‬


‫تخلیقي ستړي تر سره د رسولو هدف په نظر کي‬
‫ساتلی دی –‬
‫ما په خپله شاعري کي د واقع ژوند په شا د‬
‫امکاناتو د المحدودي دنیا لټون په تسلسل سره و‬
‫مخ ته ایښی دی –‬
‫ما د انسان او کاینات د مطالعې په حواله د ابدي‬
‫خدای د ذهن او فطرت د لوستلو هڅه کړې ده د‬
‫هغه په کایناتي پالن او د اشیاو و په سکیم او د‬
‫اشیاوو په حقیقت مي د ځان د‬

‫خبرولو هلي ځلي کړي دي ځکه د ښکاره تضاداتو‬


‫په شا مي د وحدت حقیقت موندلی دی او د خپلي‬
‫شاعرۍ موضوع مي ګرځولی دی –‬
‫دلته د یوې خبري وضاحت کول به شاهد بې ځایه‬
‫نه وي چي ما په پښتو غزل کي غېر مروج بحر‬
‫یعني د ټپې د ثاني مصرعې بحر په کار اچولی‬
‫دی او د دې جسارت د پاره معذرت غواړم –‬
‫بخښنه غواړم رسمي خبره ډېره راڅخه اوږده سوه‬
‫حقیقت دا دی چي ال خپل جهالت راته انکشاف نه‬
‫لري ‪ ،‬ال حیرت په سکوت نه یم متصف کړی‬
‫ځکه خبري مي ډېري دي هیله کوم چي لوستونکي‬
‫به عفوه راته وکړي –‬
‫په اخر کي د خپلو ځني ادب دوستو رفیقانو او‬
‫لیکواالنو لکه –‬
‫پروفېسر عبیدهللا درویش ‪ ،‬پروفېسر عبدالغني‬
‫غنو ‪ ،‬پروفېسر فیض محمد شهزاد او عبدالروف‬
‫رفیقي صاحب د دې حوصلې او ډاډګیرني په سوب‬
‫شکریه ادا کوم چي زه یې د خپل کالم و خپرولو ته‬
‫آماده کړم کنې زه و دې کار ته کله هم تیار نه وم‬
‫–‬
‫‪11‬‬

‫د درویش په خصوصیت سره مننه چي زما د ادبي‬


‫سفر په نشیب او فراز کې د یوه الر ښود وظیفه هم‬
‫تر سره رسولې ده ‪.‬‬

‫ستا سو په اجازه‬
‫پروفېسر راز محمد راز‬
‫د تاریخ شعبه‬
‫ګورنمنټ ډګري کالج پښین‬
‫‪ ۲۱‬فروري ‪ ۱۹۹۹‬ء‬

‫خدایه‬
‫ما په زړه ‪ ٫٫‬دویي ‪ ٬٬‬وژلې نه ده خدایه‬
‫تا په دې مینه را کړې نه ده خدایه‬
‫‪12‬‬

‫تاته ځکه زما د غم اندازه نه سي‬


‫تا د خدای مینه ‪ ،‬لیدلې نه ده خدایه‬

‫زه د مرګ له میني ‪ ،‬ستا په وینا بېل سوم‬


‫ال د ژوند ښکال راغلې نه ده خدایه‬

‫ستا د ذات په دود به څنګه ابدي سم !‬


‫تا پما بقاکرلې نه ده خدایه !‬

‫هیڅ چاره یې له ټاکلي جبره نسته‬


‫سوخته آه ! چي ژوند راکښلې نه ده خدایه‬

‫زه به خود ‪ ،‬د سرو غرمو سختري وړمه‬


‫تا پر ما سایه شنه کړې نه ده خدایه‬

‫هر ورځ پر ځان خېمه سم اُښکلن غم ته‬


‫ما په خود لمبه وژلې نه ده خدایه‬

‫موږ د وینو ور کولو عادت پرېښود‬


‫موږ د خاک مینه پاللې نه ده خدایه‬

‫دروح لوږه‬
‫لویه خدایه ! لویه خدایه‬
‫په جهان دي دوه معیاره‬
‫باهد نه ولرې ګرانه‬
‫وږي زړه ته د ذرې ‪ ،‬خو آفتاب سپارې‬
‫وږي زړه ته د شاعر ‪ ،‬پر ځان انکاریې‬
‫چي محیط پر ټول عالم یې‬
‫نو پر څه زما له ذاته ‪-‬‬
‫ګریزان یې بې جوازه‬
‫زما په ژواک کي څومري لږ یي !‬
‫زما زړه یې څومري لیري !‬
‫‪13‬‬

‫لویه خدایه ! لویه خدایه‬


‫ته مي ساه ‪ ،‬ته مي زم زم ‪ ،‬ته مي اتام سې‬
‫ته مي ځان ‪ ،‬ته مي رڼا ‪ ،‬ته مي ایام سې‬
‫لوړ له عرشه ‪ ،‬وږي روح ته مي ‪ ،‬رزق راسي‬
‫لویه خدایه !لویه خدایه‬
‫پر جهان دي دوه معیاره‬
‫باهد نه ولرې ګرانه‬
‫وږي زړه ته د ذرې خو آفتاب سپارې‬
‫وږي زړه ته د شاعر پر ځان انکار یې‬

‫غزل‬
‫نیمه خوا مي په هجران کي جانان پریږدي‬
‫زهیر زړه مي په زړګي کي ارمان پر یږدي‬

‫لمر صفته یوه نجلۍ چي خندان راسي‬


‫مړې ډیوې د زړه په طاق کي روښان پریږدي‬

‫زه د خاک د ذات سړی څنګه دیوتا سوم ؟‬


‫غلط خیال غلط ګمان دی جانان پریږدي‬

‫هیڅ معنا د ژوند په زړه کي پاته نسي‬


‫توري سترګي چي یې کله بیان پریږدي‬

‫خدوخال مي د څېرې وړي په څپو کي‬


‫لیلی چي تر شا اوښکي باران پریږدي‬
‫شاه ْ‬

‫یو وګړی چي د عشق د دنیا خدای دی‬


‫په راتلو کي بهار را وړي خزان پریږدي‬

‫ژړی لمر به د لیلو په غیږ کي پریوځم‬


‫د لوی ‪ ٫٫‬یم ‪ ٬٬‬لمن لري که ستومان پریږدي‬
‫‪14‬‬

‫په سایه کي یې د ځان هسي خوندي کړم‬


‫لکه مور چي خپل آغوش ته کوشنیان پریږدي‬
‫‪۹۲-۶-۲۸‬‬

‫غزل‬
‫لیونۍ میني یې ماته شعور راکړی‬
‫ملحد زړه ته یې د میني زبور راکړی‬

‫هوسا زړه مي وو را وړﺉ دې دیار ته‬


‫د عشق خدای ستړی احساس د مزدور راکړی‬

‫چي تصویر غوندي بې روح سومه په عشق کي‬


‫څې کومه کې اوس ماته حضور راکړی‬

‫زه د یار له وصله خود په اجتناب یم‬


‫پښتنې خودۍ په عشق کي غرور راکړی‬

‫زما د میني په طلب یې ځواب ګوره !‬


‫چي په الس کې د مصلوبو دستور راکړی‬

‫(دټپې د ثاني مصرعې بحر )‬


‫‪15‬‬

‫تر سترګو الندي چي مي ښکاري حلقې توري‬


‫زما د وجود پر مځکه شنې دي لمحې توري‬

‫د ښار تهذیب او ژوند احساس د کوچي راکړی‬


‫زړګی مي غواړي په دښتو کي خیمې توري‬

‫حبش غمونه ‪،‬لکه دود باندي پراته دي‬


‫راسی چي سپیني کړو به هاکو څېرې توري‬

‫ته د وحشت اثر به خود لرې په طبع‬


‫چي د هوسۍ په شانتي ستا دي لیمې توري‬

‫باید چي پریوزي د کتبو پر مبهم تورو‬


‫د سوخته ستوري لویه خدایه ذرې توري‬

‫غزل‬

‫اوس یې پاته د یادونو کرغنې سوې‬


‫پر ما تیري څه پُر کیفه زمانې سوې‬

‫ته به چیري غنچه خوله خندان خندان یې‬


‫ستا په یاد مي شبنم اوښکي میلمنې سوې‬
‫‪16‬‬

‫څنګه راسي د چشمانو روڼ بازار ته‬


‫چي مي اوښکي سترناکي پښتنې سوې‬

‫د جذبو شونډي مو اوچي اوچي پرې سوې‬


‫چي د حسن په سراب پسي تشنې سوې‬

‫د وصال آفتاب مي ترندي دی نیولی‬


‫رڼي ورځي ځکه خلګو پر موږ شپې سوې‬

‫‪۲۸-۴-۷۸‬‬

‫غزل‬
‫څوک د چا له غمه نه مري درواغ وایي‬
‫ماته ګوری ستاسو وړاندي یو ثبوت یم‬

‫غم ښادي مي د وجود پر کاڼي یو ‪ ،‬اوس‬


‫د مندر زه له احساسه عاري بوت یم‬

‫زما و ستا د ذات تکمیل دی په وحدت کي‬


‫ته مي روح راځه راځه زه دي کالبوت یم‬

‫په زړګي کی د ګلو لمبې لرمه‬


‫په ظاهره لکه ګل که په سکوت یم‬

‫غنچه وار چي به په ژوند کي مسېدمه‬


‫وختو مړ کړم اوس و ځان ته یو تابوت یم‬
‫‪۵-۱۱-۷۷‬‬
‫‪17‬‬

‫غزل‬
‫په خیالو مي ستا د سترګو کنول ګرځي‬
‫نن مي بیا په سر سودا د غزل ګرځي‬

‫متصف په حالوت به خود اشعار ‪ ،‬وي‬


‫په رګو مي ستا د لبو عسل ګرځي‬

‫بال کیفه چي موږ دواړه سره یو وو‬


‫زما په زړه کی هغه ورځ د ازل ګرځي‬

‫منتشر وجود مي ښکاري له چشمانو‬


‫د حباب په دود د میني بورجل ګرځي‬

‫د یادونو هدیرې څراغ څراغ سوې‬


‫نن پر زړه مي ستا د سترګو مشعل ګرځي‬

‫التفات د شهال سترګو مي نصیب سو‬


‫سر ځړانده خجل ځکه اجل ګرځي‬

‫د راز عشق اوس په جامو کي نه ځاییږي‬


‫نن د اوښکو سره ستا چي کاجل ګرځي‬

‫‪۲۱-۱۲-۷۷‬‬

‫غزل‬
‫‪18‬‬

‫زما له غمه په سرو سترګو آفتاب پریوت‬


‫په تقلید یې ګونه ژړه ماهتاب پریوت‬

‫په دیدن یې د عالم زړونه بې ځای سو‬


‫زما پر زړه چي ستا د جور شهاب پریوت‬

‫په طلب یې تشنه لب تڼاکي پښې یم‬


‫مخ په وړاندي مي د حسن سراب پریوت‬

‫د زړه حال چي له میېنه پنهان غواړي‬


‫تور مژګان یې پر چشمانو حجاب پریوت‬

‫غنچه وار چي مسېدې د راز پر اوښکو‬


‫اوس یې اورم پر ګریوان یې سحاب پریوت‬

‫‪۲۵-۱۲-۷۷‬‬

‫غزل‬

‫غم زغمل مي اوس عادت دی ګرځېدلی‬


‫یاد مي نه سي ګاه به خود یم مسېدلی‬

‫پر خپل دوش مي صبا یوسه تر دلداره‬


‫په بهار کي زه یو ګل یم رژېدلی‬
‫‪19‬‬

‫ویني ویني ژوند په غاړه ګرځومه‬


‫پر صلیب د خپل احساس یم ځړېدلی‬

‫د ژوند ون په ادیرو کي زه د ورځي‬


‫بې مقصده یو څراغ یم لګېدلی‬

‫راستنه مي په سرو ساندو تمنا سي‬


‫رازد زړه په سوب تل یم شرمېدلی‬

‫‪۱۵-۳-۷۸‬‬

‫غزل‬

‫لږ لږ پروت یم د کورو په دربچو کي‬


‫لکه ګړځ ستا په تکل یم په کوڅو کي‬

‫پس لتا چي ستا خوشبوی هم اواره سي‬


‫په بدل مو ګملې کښېږدم په لمحو کي‬

‫‪٫٫‬ستا په شانتي آهو ځکه دښت ته راغلم ‪٬٬‬‬


‫په ژوند مړه وو هلته خلګ په ښارو کي‬

‫مړې څېرې په شان د مړو شمعو دودیږي‬


‫د امید روغن یې نسته په رګو کي‬

‫په تالش د یار ناکامه شاعر راغلی‬


‫تور حسرت د خرابو یې په لیمو کي‬
‫‪20‬‬

‫غزل‬
‫چا یې په زړو ایښي کهاندي دي باداره ؟‬
‫چي زمانې داستا ژړاندي دي باداره !‬

‫په کاڼو لبو دي زما که خندا شنه کړه‬


‫خو ال څه اوښکي مي درباندي دي باداره‬

‫سپینه څېره ګرانه عشق پر افق خاندي‬


‫الري د ژوند ځکه ځالندي دي باداره‬

‫ریښمین احساس مي داهمي کړه مرګی راکړه‬


‫زلفي د یار مي تر اړخ الندي دي باداره‬

‫تلخي څپې به یې خود زما تر سر سي تیري‬


‫اوښکي زما درون بهاندي دي باداره‬

‫‪۱۴-۹-۸۵‬‬

‫غزل‬
‫‪21‬‬

‫زه و خلګ کاینات او څښتن یو ‪ ،‬یو‬


‫په معنا کي کثرت ځکه خلګو نسته‬

‫توري سترګي تور ګالب ژړانده راغله‬


‫پروت پر زړه کثافت ځکه خلګو نسته‬

‫زما دننه څوک په ما کي ژوندون مړ کړي‬


‫د داخل حرکت ځکه خلګو نسته‬

‫وخت د ګراني د بدن پر مرات زنګ سو‬


‫پر څېره مي حیرت ځکه خلګو نسته‬

‫راز د ګراني او د خدای تر منځ تقسیم سوم‬


‫زما په ذات کي وحدت ځکه خلګو نسته‬

‫‪۲۳-۱۲-۸۵‬‬

‫غزل‬

‫د ښادۍ بې ثبات ورځو کړمه ستړی‬


‫ستا له زلفو سه مي شپې د غم کشید کړې‬

‫تشنګې د روح د درختي به سي ورکه‬


‫که له سترګو یې په لبو نم کشید کړې‬

‫ګربینی د ژوند خو ډک دی له عسلو‬


‫کج فطرت ‪ ،‬زارجن جذبې لړم کشید کړې‬
‫‪22‬‬

‫لوی مرګیه ! د بقا ساتنه وکړه‬


‫موږ د ژوند دایم لمحې بایم کشید کړې‬

‫په زړګي کي مي د واوري موسم کښېناست‬


‫چي تودې تودې جذبې صنم کشید کړې‬

‫‪ ۱۹۸۶‬ء ږوب‬

‫غزل‬

‫د ښادیو غم ځپلی غمګین ښخ کړی‬


‫د طرب قافلو راسی حزین ښخ کړی‬

‫رفعتونه د ژوند ‪ ،‬زما د الري فرش سو‬


‫په درشل یې کاڼي ما د جبین ښخ کړی‬

‫و تلخۍ ته د حاالتو ‪ ،‬به درمان سي‬


‫په رګو د وخت راځۍ انګبین ښخ کړی‬

‫د عزت و منتها ته به بیا هسک سي‬


‫په مړه خاوره د پښتون که شاهین ښخ کړی‬

‫نوی ژوند لونګ صفت یې بیرته هسک کړم‬


‫په زړګي مي ګراني خپل لونګین ښخ کړی‬
‫‪23‬‬

‫‪ ۱۹۸۶‬ء ږوب‬

‫د ټپې د ثاني مصرعې بحر‬

‫خود به کي ښخ سم تمنا د ژوند رژیږي‬


‫په دریم ژواک کي مي اعضا د ژوند رژیږي‬

‫د پښېمانۍ تر وصل ښه دی چي محروم یم‬


‫ستا په چوکاټ کي مي انا د ژوند رژیږي‬

‫فصل د لمر او د سپوږمۍ راپکي پوخ سو‬


‫ځکه تر سترګو مي رڼا د ژوند رژیږي‬

‫له کج بڼو به یې په لبو اوښکي واخلم‬


‫تر تورو سترګو یې ژړا د ژوند رژیږي‬

‫زوی د مریمي چي مصلوب سو په یوه ښار کي‬


‫له هره بامه یې ښرا د ژوند رژیږي‬

‫‪ ۲۵-۷-۸۶‬ږوب‬

‫د ټپې د ثاني مصرعې بحر‬


‫‪24‬‬

‫شپه په رګو کي زما سبا کړه ما اباد کړه‬


‫په وینو ګډه مي رڼا کړه ما اباد کړه‬

‫زما شکسته وجود تجدید درڅخه غواړي‬


‫لږ و خدایي کارو ته شا کړه ما اباد کړه‬

‫په ځان کي رنګ یم وچي شونډي شاړي سترګي‬


‫لږ دي جفا لږ دي وفا کړه ما اباد کړه‬

‫لکه آکاس پېچک ته مرګ سوې زما خودۍ ته‬


‫یو ځلي ځان راڅه جدا کړه ما اباد کړه‬

‫چي دایم ستا د نور موسم مي پر زړه کښېني‬


‫د خپل وجود څه حصه را کړه ما اباد کړه‬

‫‪ ۱۹۸۶‬ء ږوب‬

‫غزل‬
‫عیسی به بیا مصلوب سم‬
‫ْ‬ ‫په تقلید کي د‬
‫ستا په ښار کي د صلیب موسم را غبرګ سو‬

‫زه لتا او ته لما څه ستړې ښکارې‬


‫بخت یې ویښ سو د رقیب موسم را غبرګ سو‬

‫دا به فضل د تاریخ ګڼو شاعره‬


‫چي تعمیر ته د تخریب موسم را غبرګ سو‬
‫‪25‬‬

‫چي بې مهره بې پروا سوه ګرانه تېره‬


‫بیا د میني د تادیب موسم را غبرګ سو‬

‫روڼ سحر به د ژوندون رګو ته راوړو‬


‫زموږ د ویني د تهذیب موسم را غبرګ سو‬

‫‪ ۱۹۸۶‬ء ږوب‬

‫غزل‬
‫پټ ژوندون دی د امکان په لمن ښکلی‬
‫ځالند خیر لري زمان په لمن ښکلی‬

‫په عمل د مرګ جهان ته رڼا ورکړي‬


‫ستوري مات سي د آسمان په لمن ښکلی‬

‫د هر چا ګونه ساتي په شېون ژړه‬


‫هجران کښیږدي د زمان په لمن ښکلی‬

‫روڼ تقدیر به کشیده په پلوشو کړي‬


‫لمر نقاش دی د افغان پر لمن ښکلی‬

‫هره خښته به یې سترګي وکړي رازه‬


‫که پل کښیږدي د مکان په لمن ښکلی‬

‫‪ ۱۹۸۶‬ء ږوب‬
‫‪26‬‬

‫غزل‬
‫له میني پرته څه رشتې را سره کښېږده‬
‫څه د نفرت هم سلسلې راسره کښېږده‬

‫د ژړو پاڼو شېون زما په زړه را غبرګ سو‬


‫د تېر وصلت یو څو نغمې را سره کښېږده‬

‫د ژوند لمرونه تر هر تاک راپسي لویږي‬


‫ستا د سایو مخمل کعبې راسره کښېږده‬

‫د خلګو عذر ته خو ګراني دومري وکړه‬


‫د خپل فراق څه بهانې راسره کښېږده‬

‫ال به تر څو ته فاصلې د افق ساتې‬


‫راسه نژدې یو څو لمحې راسره کښېږده‬

‫د تېرو ښو وختو نیولو ته بیا ګراني‬


‫د تورو زلفو څو حلقې راسره کښېږده‬

‫‪ ۵-۲-۸۸‬پښین‬

‫غزل‬
‫‪27‬‬

‫سره داغونه زما پر زړه دي لعلین کښېښود‬


‫پر څېره د ژوند دي ګراني تزهین کښېښود‬

‫د رګو تیارې مو درومي لکه سیوري‬


‫چا د لبو لمر زما پر جبین کښېښود ؟‬

‫اې د خاورو د کورو مالکه خدایه‬


‫له مکانه سه وخت لیري مکین کښېښود‬

‫زیې د نخښي کنایه پر ځان منمه‬


‫ووړ صلیب یې زما په الس کي لرګین کښېښود‬

‫پر څېره به مي طلب د دوبي شین سي‬


‫در و بام یې زما د میني واورین کښېښود‬

‫د احساس واوري مي ویلي سوې په پښو کي‬


‫چي عنوان د ژوند مي بېرته لمرین کښېښود‬

‫‪۲۶-۵-۸۸‬‬

‫د ټپې د ثاني مصرعې بحر‬

‫چي له ستړیا څه پر دیوال منګلي کښېږدم‬


‫هلته په خیال کي د صنم په کور کي کښېنم‬

‫چي د فراق لمبې دي شنې زما په زړه سي‬


‫سترګو ته وخېژم د نم په کور کي کښېنم‬

‫شاید په اوښکو او رڼا مي سرفراز کړي‬


‫زړه راته وایي ګاه د شم په کور کي کښېنم‬
‫‪28‬‬

‫په حویلۍ کي مي نېښک غمونه ګرځي‬


‫زه خلګو څنګه د لړم په کور کي کښېنم ؟‬

‫راز د فطرت سره په ډېر تضاد کي اوسم‬


‫چي بادام ګل سي زه د غم په کور کي کښېنم‬

‫‪۲۴-۳-۸۱‬‬

‫غزل‬
‫ژوند او وخت په دواړو ډېرکړو ناښاد خلګ‬
‫په آباد کورو کي اوسي برباد خلګ‬

‫وخته ته هم لکه پاڼه هسي ژړ سې‬


‫ستا له جوره ډېر خزان سو شمشاد خلګ‬

‫ژوند ‪ ،‬خواهش‪ ،‬حسرت ‪ ،‬مرګی ‪ ،‬تور قسمتونه‬


‫بند د جبر په داهرو یو آزاد خلګ‬

‫په سکوت سره تنقید په سترګو بازي‬


‫د ښیښو په کور کي اوسي نقاد خلګ‬

‫هره ورځ یې شهال سترګي تپوس کاندي‬


‫مړه تر څو به وي په تۍ کي فرهاد خلګ‬

‫‪۱۸-۱۰-۸۰‬‬
‫‪29‬‬

‫غزل‬

‫لکه خال کله محدود د ژوند پر مخ سم‬


‫کله نه ځایږم ستا په کاینات کي‬

‫پر لیمو د ابلیس کله قدم کښېږدم‬


‫ګاه نژدې سمه وتاته په صفات کي‬

‫یاد مي نه سي چي موږ کله سره دوه وو‬


‫له ازله سره یو یُو زما په ذات کي‬

‫کوچ کولو ته له ځانه مي زړه غواړي‬


‫ارتقا د ژوند لرمه په وفات کي‬

‫داهم خدایه یوه پوښتنه درڅه کاندم‬


‫ولي ته ډبره ناست وې په سومنات کي ؟‬

‫‪۱-‬‬
‫‪۱۰۸۳‬‬

‫غزل‬

‫د سپینو ګوتو سره نوکان دي تا څرکیږي‬


‫که په محفل کي کافوري شمعي بلیږي !‬
‫‪30‬‬

‫د شکسته زړونو خاصه وي سلګۍ ‪ ،‬اوښکي‬


‫په دربچو کي مي هوا ولي ژړیږي ؟‬

‫د تشنګۍ عالج مي ستاد الس بوسه ده‬


‫ستا د بدن په آب زما تنده ماتیږي‬

‫په شاړه سترګو مي د اوښکو فصل شین سو‬


‫د زړه پر دښت مي اوس جیحون د غم بهیږي‬

‫د ژوند د جبر هر یو کال تر دار سوا دی‬


‫په شل او لس صلیبه ژوند زما ځړیږي‬

‫راز د هاسټل د ټېلیفون ډېر منت بار یم‬


‫چي د لهجې خوشبو یې ماته را رسیږي‬

‫غزل‬
‫دفراق لمحې دي ګراني سره بڅري‬
‫ټول وجود مي سترګي وکړې منتظري‬

‫اې وحشته ! صبر وکه مځکه سره ده‬


‫لڅو پښو ته جوړوم څپلۍ مزري‬

‫ټول وجود مي لکه درخته زخم زخم‬


‫د ښیښو نجلۍ کوي کاڼي خبري‬

‫د فراق خزان مي ولویدی و زړه ته‬


‫ښې مي ایسي خرابې او مات کودري‬
‫‪31‬‬

‫راسه ګراني زموږ تمثیل دی په کتاب کي‬


‫په تصویر کي ښکاري زاڼي مات وزري‬

‫غزل‬
‫په لمرینو پلو مي ښاد کې د ژوند خدایه‬
‫ویجاړ دښت یم ما آباد کې د ژوند خدایه‬

‫د خپل ذات تر صحن هسکه درخته راکړې‬


‫د روح بوټی مي شمشادکې د ژوند خدایه‬

‫چي صورت د شیرینو په ځان کي نقش کړم‬


‫ویښ په روح کي مي فرهاد کې د ژوند خدایه‬

‫ما د خپل زمان مکان تر حده خدای کړې‬


‫ما د ځان په شان آزاد کې د ژوند خدایه‬

‫د دښتو د روح په څېر مي رښتنی کړې‬


‫نوی زما برپا میالد کې د ژوند خدایه‬

‫‪۱۷-۵-۸۹‬‬
‫‪32‬‬

‫غزل‬
‫پر جبین مي ستا د لبو آفتاب کښېږده‬
‫چي د ژوند ړندې کوڅې مي سترګي وکړي‬

‫چي امکان ستا د راتلو وسپڼي ګراني‬


‫خښته خښته دروازې مي سترګي وکړي‬

‫چي اُښلن مد و جزر یې ګاه آوار سي‬


‫ستړي ستړي جزیرې مي سترګي وکړي‬

‫ستا د مخ او د زلفینو صبح و شام ته‬


‫منتظري سرې غرمې مي سترګي وکړي‬

‫دفراق لمرین رنګونه پکي دم سي‬


‫د دښتو سراب لمحې مي سترګي وکړي‬

‫‪۲۲-۶-۸۹‬‬

‫غزل‬
‫بې څیرې سومه د اوښکو په موسم کي‬
‫یوه څېره دي د ژوند خدایه په پور راکړه‬
‫‪33‬‬

‫د فراق د دوبي ورځي مي ماښام کړه‬


‫تور د زلفو په ځنګل کي یو کور راکړه‬

‫د غلیم د سرو فصل لو ته پوخ دی‬


‫لوی تاریخه تیز په الس کي دي لور راکړه‬

‫په رګو کي مي ستا میني واوره راوړه‬


‫د څېرې د سره شفق سه دي اور راکړه‬

‫زه د اور د کوڅو سوی یمه پالره‬


‫لویه بحره ! په څپو کي دي کور راکړه‬

‫‪۳۱-۷-۸۹‬‬

‫غزل‬

‫د وجود خال مي توره لوږه توی کړه‬


‫ما د خدای له زړه را غال کړه موسمونه‬

‫له قدرته مي تر الس دا استعداد کړی‬


‫ما په ځان کي مخ او شا کړه موسمونه‬

‫پر څېره مي تهذیبونه نقش راوړي‬


‫د تاریخ مي زړه قباکړه موسمونه‬

‫بیا د ستړو لمحو توري کږدۍ راغلې‬


‫بیا د میني خدای ښرا کړه موسمونه‬
‫‪34‬‬

‫د ښایست احساس طلب چي فاصلې کړې‬


‫شاعر زړه د دید قضا کړه موسمونه‬

‫بند پر بند یې راز په خپل حسن پیوند کړم‬


‫ګراني ماته سل عطا کړه موسمونه‬

‫‪۱۸-۵-۹۰‬‬

‫غزل‬
‫زړه د ګل خو په خزان کي تراب توی سو‬
‫د چنار له سترګو ولي خوناب توی سو ؟‬

‫د غرور د لوړ آسمان نه به خود هسک یې‬


‫په چوکاټ چي ستا جبین د آفتاب توی سو‬

‫د وجود ښرنه مځکه بیا ژوندﺉ سوه‬


‫زما په زړه چي یې د سترګو سحاب توی سو‬

‫هر دیوال د زړه د ښار درپسي ړنګ سو‬


‫په وران زړه کي یې تلخ تږی سراب توی سو‬

‫په سل رنګه به ژوند ځوان وي هلته ګراني !‬


‫د تېر وخت پر مځکو زموږ چي شباب توی سو‬

‫زما وجود فلک په خپله آه پیوند کړی‬


‫په لمن یې زما سوی شهاب توی سو‬

‫تا وماته ما جهان ته ور تړلی‬


‫ستا پر ما زما پر نورو عتاب توی سو‬

‫د پښتون هیواد په شان یې سره بېل کړو‬


‫زموږ په منځ کي هم د کرښو عذاب توی سو‬
‫‪35‬‬

‫‪۲۲-۵-۹۱‬‬
‫غزل‬
‫پر څېره دي خدای سپېده کړه سهارونه‬
‫بند پر بند یې درخشان درکړه لمرونه‬

‫تورو شپو د زړه له مځکو کډي وکړې‬


‫تا چي راوړو بل د سترګو څراغونه‬

‫د تیارو په ضد دلیل د سباون یې‬


‫د خندا برېښنا دي ورک کړي تور غمونه‬

‫توري سترګي تور ګالب ‪ ،‬رنګین کمان یې‬


‫اخیسته کوي لتا څه بهارونه‬

‫هسي نه چي موږ وګړي رنجیده یو‬


‫ستا د تګ په غم ژړاند دي دیوالونه‬

‫پریدي خلګ سره یو سي بېرته بېل سي‬


‫خو د زړو په لوح یې پاته سي نقشونه‬

‫ارتقا د ژوند به کیږي خو شاعر ي‬


‫کله کله را غبرګیږي تېر وختونه‬

‫که د ژوند لمرونه سخت ‪ ،‬مزلونه اړ سو‬


‫یاد لره ځنګل د میني ‪ ،‬آوار زړونه‬
‫‪۲۲-۷-۹۱‬‬

‫غزل‬
‫د بتانو د دنیا مشرک شاعر وم‬
‫یوې نجلۍ راته سبق د توحید راکړ‬
‫‪36‬‬

‫‪٫٫‬د دایم میني اقرار ورپکي درج دي‬


‫کارډ د سرو ګلو یې خدایه په عید راکړ‪٬٬‬‬

‫له رګو مي تیارې درومي سپېدې چاودي‬


‫تاچي لمر د لب په جام کي کشید راکړ‬

‫زیې تعبیر ته د کنعان په ښار کي خوار یم‬


‫چا په خوب کي خندان سر د شهید راکړ‬

‫د لمرو کښت ته زړګي تخم پیدا کړی‬


‫پر تندي ګراني د لبو خورشید راکړ‬

‫په لهجه کي یې د زړه د واوري اور وو‬


‫تر ځواب وړاندي یې سوی تمهید راکړ‬

‫زه څراغ د آخیر شب د مرګ طامع وم‬


‫تا د نوي ژوند بې ځایه نوید راکړ‬

‫‪۱۹-۹-۹۲‬‬

‫غزل‬
‫ستا د ایښو فاصلو تر ستم جار سم‬
‫د خودبینو تقاضو تر ستم جارسم‬

‫ستا و دید ته یې په هر پیوست کي خاک سوم‬


‫ستا د بندو دروازو تر ستم جار سم‬

‫ګام پر ګام مي دیوالونه الري نسي‬


‫ستا د کور او د کوڅو تر ستم جار سم‬
‫‪37‬‬

‫د فراق امکان مي لمر په زړه کي یخ کړی‬


‫د بې وختو موسمو تر ستم جار سم‬

‫د جبین سحر دي پټ راڅخه ساتې‬


‫ستا د زلفو د ځنګلو تر ستم جار سم‬

‫لکه خدای د فاصلو عادت یې خپل کړی‬


‫اې شاعره د لیلو تر ستم جار سم‬

‫‪۱۶-۱۲-۹۲‬‬

‫غزل‬
‫یو وګړی په خپل ذات کي بېکران وو‬
‫له ازله تر ابده یې امکان وو‬

‫په سیاه غزالي سترګو کي یې خدایه‬


‫اور د زړه د مقدسو ځنګلو ځوان وو‬

‫په یوه آن کي مي زمان مکان محدوم سوه‬


‫په نظر کي د خاشو په څېر سوزان وو‬

‫لکه زړونه د لمرو چي ترندي وکړي‬


‫پر رخسار یې تور ځالند حبش مریان وو‬

‫هسکه غاړه ‪ ،‬لوی قامت لکه تاریخ وه‬


‫پر څېره یې تېر وختونه فروزان وو‬

‫زیې له خپله خاکه بېرته ژوندی هسک کړم‬


‫په نژدې د مسیحا په شان انسان وو‬
‫‪38‬‬

‫زما و ستا د اول دید پر ځای را پېښ سوم‬


‫پر صلیب ستا د قامت څوک اوېزان وو ؟‬

‫‪۱۴-۴-۹۳‬‬

‫غزل‬

‫زما د زړه د کاینات پر ورځو شپه سوه‬


‫د څښتن د څېرې لمر په ګړځو پټ دی‬

‫د راتلو سره یې دود لکه سایه سم‬


‫هغه څوک چي په بې شمېره لمرو پټ دی‬

‫سکڼی سوال لري د سترګو په کعبه کي‬


‫شفق زار ځواب زما په رګو پټ دی‬

‫د عمرو خلیج آوار لرو په منځ کي‬


‫زما و ستا منزل په تلخو اوبو پټ دی‬

‫د نقاب سحاب یې دود کړی بلو ګوتو‬


‫اسود زړه مي اوس د نور په حلقو پټ دی‬

‫ستا د سترګو د بڼو په رپ کي څه وو ؟‬


‫د زړه دښت مي د ابهام په اغزو پټ دی‬

‫اننګو یې دی د اور موسم راوړی‬


‫واورین زړه مي د لمبو په شغلو پټ دی‬

‫غزل‬
‫‪39‬‬

‫هغه چا چي په دیوتا بللم خلګو‬


‫هغه چا تر خپل غرور اوس صدقه کړم‬

‫ما تدریس د حقیقت چي کاوه چاته‬


‫هغه چا زه په جهان کي افسانه کړم‬

‫خوندي ځکه یم د عشق له لیونتوبه‬


‫سپین ټېکونه د ځان زړه ته پېالمه کړم‬

‫د تا ایښي فاصلې تاته سزا سوې‬


‫لتا لیري ګراني اوس ستا تماشه کړم‬

‫ته له ژمي څه تر ژمي وې کناره‬


‫زیې د شپو په څېر اوږده درته ګیله کړم‬

‫پس لتا د کوټ کالر بې ګله ساتم‬


‫بې لتا ځان ته سزا څله وږمه کړم‬

‫‪۱۴-۱۲-۹۳‬‬

‫د ټپې د ثاني مصرعې په بحر‬


‫کي‬

‫د وخت په دود د صبح و شام په جال کي اوسم‬


‫د انتظار او د امید په حال کي اوسم‬

‫تر پښتني غرور دي ګراني میني تېر کړم‬


‫لکه د اړ سړي غیرت په سوال کي اوسم‬

‫د شنو ژورو اوبو یخ احساس په زړه یم‬


‫زه غرق شاعر ګوره د چا په خال کي اوسم !‬
‫‪40‬‬

‫ستا د څېرې له صحیفې سه شګون اخلم‬


‫لکه د مات زړګي امید په فال کی اوسم‬

‫څومري اوږده مځکه آواره د فراق ده‬


‫ته پر جنوب زه په ساړه شمال کي اوسم‬

‫د لبو لمر یې پرون ثبت پر تندي راکړ‬


‫اوس لکه لمر په الزوال جمال کي اوسم‬

‫د وخت په زړه کي ‪٫٫‬د لمر بوټی‪ ٬٬‬تازه شین یم‬


‫د ګڼي درختي پټ امکان په نال کي اوسم‬

‫‪ ۱-۶-۹۵‬کوټه‬

‫غزل‬

‫په الفت کي د تثلیث کثرت لرمه‬


‫زه و یار او لوی بادار یو مثلث یو‬

‫دا ترکیب د غم موسم پر ګلشن ایښی‬


‫زه و ګل ژړاند چنار یو مثلث یو‬

‫د صورت د تبدل امکان یې نسته‬


‫زه و ژوند زما مزار یو مثلث یو‬

‫لتا پرته شاعر کله څوک ستایمه‬


‫زه و ته زما اشعار یو مثلث یو‬

‫ژوند و ځان ته دوکه غواړي ځکه ګراني‬


‫زه و الر ستا انتظار یو مثلث یو‬
‫‪41‬‬

‫د احساس نوی تهذیب به لمرین هسک سي‬


‫زه و لمر مثبت اقدار یو مثلث یو‬

‫‪۱-‬‬
‫‪۴-۹۴‬‬

‫د ټپې د ثاني مصرعې بحر‬

‫ته به پر کومه پټ لما څه تېر سې خدایه‬


‫زه لکه لمر پر ټولو الرو درته ناست یم‬

‫قطره قطره یې زه د اوښکو ‪ ٫٫‬یم ‪ ٬٬‬یم وړی‬


‫ګوره د چا د تورو سترګو ژړاند خواست یم‬

‫کله‌‌ذره کله آفتاب د ژواک پر الرو‬


‫خوستا به عشق کي له وختو بې کم و کاست یم‬

‫ستا د تحلیل په نتیجه که ګناه کار یم‬


‫په حقیقت کي لکه لمر په فطرت راست یم‬

‫زړې رشتې مو ټولي غوڅ کړې بې ریښو سوم‬


‫زه له معلومه نامعلومو ته په ځغاست یم‬

‫‪ ۲۵-۵-۹۵‬کوټه‬
‫‪42‬‬

‫غزل‬
‫دا د وصل کوم انداز دی عذاب خور سې‬
‫ستا په غیږکي چوالوه سم سراب خور سې‬

‫پاڼه پاڼه هر اندام دي ویل غواړم‬


‫کشکي ته زما په غیږ کي کتاب خور سې‬

‫چي ته راسې ټولي سختي تغیر مومي‬


‫لکه وخت واړه سوالونه ځواب خور سې‬

‫زما د نورو سره مینه عذاب ګرځي‬


‫ته په سترګو او پر زړه مي عذاب خورسې‬

‫په ورغوي چي ستا کله لبان کښېږدم‬


‫ته په ما کي په صورت د افتاب خور سې‬

‫کله کله د خپل حسن له شدته‬


‫ته په ځان کي لکه سوی شهاب خور سې‬

‫هغه څوک وه ‪ ،‬زما هېره ده زړګیه !‬


‫ته په یاد د چا د سترګو شراب خور سې‬

‫یونیورسټي‬ ‫‪ ۲۷-۶-۹۵‬کوټه‬

‫غزل‬

‫خلګ وایي چي محشر دي احتساب دی‬


‫کامل خدای له مانده خلګو حساب غواړي‬
‫‪43‬‬

‫د تخلیق په شا یې کوم مقصد پنهان دی‬


‫ستړی ژوند مي له څښتنه ځواب غواړي‬

‫بل یو نسل دي بې توري وینم خاکه‬


‫ستا ځلمیان فقط ګناه ته شباب غواړي‬

‫ښه سړی دي د تپوس زحمت خو کاندي‬


‫چي کشتن ته اجازه مي قصاب غواړي‬

‫وخت رهبرله سپېرو خلګو څومري بېل کړ!‬


‫قام یې هېر کړی جنډا غواړي القاب غواړي‬

‫‪۱۹-۷-۹۵‬‬

‫غزل‬

‫پټه خوله به په تفصیل سره کالم وو‬


‫ورسره به څه ښایست هم د ابهام وو‬

‫زما د ژوند ښایست یې یووړی مسافرسو‬


‫یو سړی د ساحلو سکڼی ماښام وو‬

‫روح یې ولي د کوڅو له رګو والړه ؟‬


‫یو سړی چي زموږ له ښاره په خرام وو‬

‫اوس نو څه سته په دې ښار کي مات زړګیه‬


‫هغه یار د ژوند جواز هم یې مرام وو‬
‫‪44‬‬

‫څومري تنده څومري لوږه یې لرمه !‬


‫هغه یار راته زم زم راته طعام وو‬

‫څومري درد یې په لهجه کي په لمبه وو‬


‫څو تشویش یې زما په باب وو په آالم وو‬

‫څو ژوري یې زما پر زړه ریښې دي‬


‫هغه یار نخل د لمر که د بادام وو‬

‫پر لبانو یې د پور خندا وه ایښې‬


‫په کوګل کي یې ګریه وه ناآرام وو‬

‫په ظاهره زموږ په څېر یو عام سړی وو‬


‫په معنا کي سمندر خیال د خیام وو‬
‫‪۲۳-۱۰-۹۵‬‬
‫‪45‬‬

‫غزل‬

‫د وختو د زړه څراغ ښکلی ایاز دی‬


‫خال د زني یې په ځل تر لمر ممتاز دی‬

‫په هر حال کي مي د جور هدف ساتي‬


‫زما د څنګه ناست دلدار په احتراز دی‬

‫لمر صفته یو سړی یې روح وو والړی‬


‫چي نړاند ورپسي زما د زړه شیراز دی‬

‫مجسم استعاره د مځکي ښکاري‬


‫یار په ځان کي سمندر د غرو فراز دی‬

‫الس تر غاړه موږ پر څه باندي ګریه کړو !‬


‫په وصلت کي د ګریه نو کوم جواز دی ؟‬

‫په لهجه کي مي آهنګ د ګل غوړیږي‬


‫ګراني زما ه په زړه کرلی خپل آواز دی‬

‫موږ پیوست لکه د ژمي ماران ناست یو‬


‫سرګردانه د وختو په څېر غماز دی‬

‫هغه څوک چي خدای منسوب د بل په نوم کړي‬


‫هغه څوک یوازي زما د زړه همراز دی‬

‫شل اړخیزه امکانات لري په ځان کي‬


‫شوخ نګار د کاینات د ښکال راز دی‬

‫‪۲۸-۱-۹۵‬‬
‫‪46‬‬

‫غزل‬

‫لیلی په غم ده‬‫د سکڼي ماښام په دود ْ‬


‫لکه خیال د مات زړګي بیا په ماتم ده‬

‫زه به خود ورته قیام لکه آفتاب کړم‬


‫لکه ګل څېره یې ولي په شبنم ده‬

‫لکه یم زما پر ذات به آوار راسي‬


‫زما د زړه تشنه ساحل ته اوس په رم ده‬

‫چي موجب د درخشان لمرو د رشک یم‬


‫لمر صفته یوه نجلۍ په ما کي ضم ده‬

‫یو خو زه د خپل وجود په ضد والړ یم‬


‫بله ګرانه په فرقت راته قسم ده‬
‫‪47‬‬

‫د خندان لمرونو خدایه څو به هېر یو‬


‫زه د شپې په څېر ګریان دا لکه شم ده‬

‫د قامت درخته یې لویه تر امکان ده‬


‫یوه نجلۍ د کوم موسم د کوم جنم ده ؟‬

‫ټول رګونه یې زما ځان ته ریښې کړه‬


‫اوس په ما کي لکه ونه ښه محکم ده‬

‫په الفت کي مو پښتو ترسره نه کړه‬


‫زه د بل او دا د بل سره باهم ده‬

‫پر چیچلي زړه مي بېرته الړه کښېږدي‬


‫یوه نجلۍ راته لړم راته ملهم ده‬
‫‪ ۱۹۹۵‬ء‬

‫غزل‬
‫‪48‬‬

‫تللي یار مي ولولې ورسره یوړې‬


‫هم یې ورځي هم یې شپې ورسره یوړې‬

‫ژوند بې وخته څه امکان لري باداره !‬


‫تللي یار مي زمانې ورسره یوړې‬

‫هغه څوک چي ډېر محتاط وو په الفت کي‬


‫هغه چا څو افسانې ورسره یوړې !‬

‫یو له بله وابسته په سل رشتو وو‬


‫تللي یار مي څو رشتې ورسره یوړې !‬

‫د شېون او د ‪ ،‬دردو موسم یې پرېښود‬


‫خندان یار واړه نغمې ورسره یوړې‬

‫سپېره دښت یې زما د زړه له ښاره جوړ کړی‬


‫تللي یار د زړه کوڅې ورسره یوړې‬

‫زه به څنګه پر خپل ځای سم قاهم پاته‬


‫بنفشې زما ریښې ورسره یوړې‬

‫توري سترګي ‪ ،‬لمرین مخ ‪ ،‬میګوني لبي‬


‫د ښایست یې خزانې ورسره یوړې‬

‫هیڅ جواز او بهانه نه لرم ژوند ته‬


‫تللي یار مي بهانې ورسره یوړې‬

‫زې تنها کړم هغه چاچي د بل چا ده‬


‫هغه یار واړه رشتې ورسره یوړې‬

‫فقط پاته رابطه د ټېلیفون ده‬


‫تللي یار نوري موقعې ورسره یوړې‬

‫‪۱۷-۱۰-۹۷‬‬
‫‪49‬‬

‫غزل‬
‫د هر پله ګړځ یې تیاره پر ما غوړیږي‬
‫یو سړی راڅخه ځي که لمر بېلیږي !‬

‫هغه څوک چي زما د ژوند ملګری نه دی‬


‫نو په وینه کي مي څله را ګډیږي‬

‫ټول جهان ورسره ولي ژاړي خدایه ؟‬


‫سیاه چشمه یوه نجلۍ چي وژړیږي‬

‫چي د شپې په دود سکوت ساتي په ساه کي‬


‫هغه څوک په ټول وجود راته ګایږي‬

‫ته چي ځې نو سپین پیکی به یادګار درکړم‬


‫پاک احساس دا ستا د عشق پکي ځلیږي‬

‫سر تر نوکه په خاکي لباس کي راغله‬


‫لویه مځکه یې اغوستې معلومیږي‬
‫‪50‬‬

‫پس له تا هغه معمول د ژوند لرمه‬


‫بس فقط مي اوس وېښتان زغرده سپینیږي‬

‫ستا خو وخت د کمبلیو د نیوو دی‬


‫ستا پر زړه د غم سایې ولي دودیږي ؟‬

‫ته د لمر سره د لمر پر الرو یون کړې‬


‫زما ټولي الري ستا پر در ختمیږي‬

‫په تصویر کي مي تر څنګه یو ساعت سوه‬


‫په وختو کي تر ابده جدا کیږي‬

‫یو سړی به څو غمونه تر شا پرېږدي‬


‫هیڅ یو چاتې اندازه نه معلومیږي‬

‫پس لتا به څوک دعا کوي وماته‬


‫پس لتا به څوک پر ما زاڼی ګړیږي‬

‫څومري سخته او ساده زموږ المیه ده‬


‫زه و چاته څوک وماته نه رسیږي‬

‫ستا طلب مي ځکه نسته ‪ ،‬خوږ جانانه‬


‫زما خوبونه هیڅ تعبیر ته نه رسیږي‬

‫د سراب څپې یې اوښکي تر ما راوړي‬


‫په دښتو کي ګاه هوسۍ چي وژړیږي‬
‫‪۴-۹-۹۷‬‬

‫غزل‬
‫‪51‬‬

‫ستا په فضل ستا د پښو مقام ته هسک سم‬


‫لکه ګړځ د ستورو ‪ ،‬ستا د خرام ته هسک سم‬

‫د فراق موسم په ما کي کاڼی کښېنوست‬


‫زه د کاڼي څوک یې څنګه بام ته هسک سم‬

‫ته خو ته یې که سایه دي پر ما راغله‬


‫د دیوتا په څېر به لوړ مقام ته هسک سم‬

‫لکه لمر د وخت تر ګړځ درپسي ووځم‬


‫په دې توګه ستا د زړه ایام ته هسک سم‬

‫د تضاد په شا یوالی ښکارندوی سو‬


‫خور وجود به د وحدت نظام ته هسک سم‬

‫ستا د لوړ قامت له داره چي خاک توی سوم‬


‫اوس دي څنګه بیا د لبو جام ته هسک سم‬

‫‪۲۹-۷-۹۵‬‬

‫غزل‬
‫لکه شپه د ساړه ژمي په شېون وه‬
‫تر چشمانو یې لهجه زیاته اښلن وه‬

‫د سراب د تندي درد یې په زړه جګ وو‬


‫د هوسۍ په څېر ځپلې او ‪ ،‬خوږمن وه‬

‫له ګرېوانه به یې هسک شمس و قمر وو‬


‫یوه نجلۍ لکه فلک هسي شتمن وه‬
‫‪52‬‬

‫زما د پاره یې رقیبه ‪ ،‬دوست تسلیم کړه‬


‫په الفت کي د بې حد ایثار څښتن وه‬

‫د نظر په تار کي ‪ ،‬تار زما د ساه وو‬


‫څو پر ما باندي غالب او اختیار من وه !‬

‫په ګمان د تور ګالبو وو تېروتي‬


‫بوراګان یې عین پر کسو استوګن وه‬

‫په صورت لکه د اوښکي تحلیل والړه‬


‫په ظاهر زما حوصلې ته خنده زن وه‬

‫یوه نجلۍ به نامحسوسه توګه باندي‬


‫چي کوشنۍ وه ال په زړه مي خېمه زن وه‬

‫د ګالبو له خاندانه یې ریښې وې‬


‫په خاصه څه بنفشه څه نسترن وه‬

‫‪۱۹-۱۲-۹۷‬‬
‫‪53‬‬

‫غزل‬
‫په دې هیله یې ورځم د کور کوڅې ته‬
‫ناګهانه شاید راسي دروازې ته‬

‫ناشناسه یو سړی وینم اکثره‬


‫ځي راځي زموږ له کوڅې څه ستۍ کوڅې ته‬

‫د الفت په اعتماد مستغني ګرځي‬


‫کله کله لږ پېغام ورکړي وږمې ته‬

‫په نظر یې شاید ډېر وساه ورځمه‬


‫وخت چي زما په ګریوان ژاړي تسلې ته‬

‫زه د اور څلی خو نه یم چي کنار ‪،‬ځي‬


‫خدایه جانه ! څه خو ووایه لیلې ته‬

‫زه د تللو دوو دوستانو په یاد ناست یم‬


‫الس تر زنه بنفشې ته پلوشې ته‬

‫ماته خدایه !ځان په هغه شرح راکړه‬


‫ته په کوم افراط چي لمر سپارې ذرې ته‬

‫چي د تللو خلګو مینه خوندي ساتې‬


‫خود به وایم حرم خپلي ادارې ته‬
‫‪54‬‬

‫زما د ژوند سایې غزال په سترګو یوړې‬


‫بې امانه پاته یم د دښت غرمې ته‬

‫زما په شانتي مصلحت نه مني ګرانه‬


‫په الفت کي مي پېغور سوه رویې ته‬

‫‪۳۰-۱۲-۹۷‬‬

‫غزل‬
‫چي د واوري په موسم سوه مسافره‬
‫الس و پښې بې څو ساړه وي اې شاعره‬

‫په صور تیې زه د اور کشکي همراه وای‬


‫یایې تود لباس پر تن وای په ظاهره‬

‫عام سړی یې په نظر دیوتا ورځمه‬


‫یوه نجلۍ مي په الفت کي سوه کافره‬
‫‪55‬‬

‫په انکار کی یې اقرار ځالند درلودی‬


‫په اظهار کي د الفت وه څو ماهره !‬

‫په صورت که د انسان یم ‪ ،‬یم لتاسو‬


‫ستا په شانتي ستړی زاڼی یم طاهره‬

‫تورو سترګو یې تاراج کړه عالمونه‬


‫د خپل حسن خراج غواړي یوه ساحره‬

‫د نظر په زاویه کي دي کجي ده‬


‫ته چي سر د میني نه وینې ناظره‬

‫‪۲۶-۲-۹۸‬‬

‫غزل‬
‫ته پر ځان چي کوم یقین لرې باداره‬
‫زه لتا څه ‪ ،‬د هغه یقین طالب یم‬

‫چي په وینه او په ساه دي جاري راکړي‬


‫زه لتا څه ستا د هغه دین طالب یم‬

‫زما ریښې چي یې له زړه څه تا راوکښې‬


‫زه په بېرته د هغه زمین طالب یم‬

‫چي پرما به کړېدی په څېر د زاڼي‬


‫زه د تللي هغه تېر حسین طالب یم‬

‫خلګ راسي قیام نه کړي بېرته درومي‬


‫زه پر زړه د یوه لمرین مکین طالب یم‬
‫‪56‬‬

‫‪۱۳-۳-۹۸‬‬

‫غزل‬
‫زړه چي زما ِد تا د سترګو اقرار خپل کړی‬
‫نو احفاء تې تور د زلفو حصار خپل کړی‬

‫چي امکان د دیدار نه وو څو سکون وو !‬


‫اوس امکان د وصال څو انتظار خپل کړی !‬

‫له زخمو مي ستا وږمې ځي چي مجروح سم‬


‫ژوند مي څنګه دا بهار او اسرار خپل کړی !‬

‫زموږ د ناستي پر ځای ناست یم ‪ ،‬روح مي نسته‬


‫پس لتا مي ژوند ‪ ،‬صورت د مزار خپل کړی‬

‫که په خلګو کي شامل یم ‪ ،‬حاضر نه یم‬


‫پس لتا مي له هر چا سه فرار خپل کړی‬

‫په الفت کي سادیت ته به رجوع یو‬


‫رو برو مو یوه و بل ته انکار خپل کړی‬

‫یوه اینده یې د آفتاب غټه چینه کړی‬


‫ګوره ګوره ! ذرې څومري مقدار خپل کړی !‬

‫د فراق د امکاناتو خوف یې بولم‬


‫چي هر چاته مي د میني اظهار خپل کړی‬
‫‪57‬‬

‫د وګړو د ځنګل په دود سوه ډېره‬


‫ګراني زما په زړه انداز د بازار خپل کړی‬

‫د فراق د شپې محیط یې څومري اوږد کړی‬


‫بې سوبه وختو څومري آزار خپل کړی‬

‫خود به لیري ‪ ،‬لیري ګرځي بدګمانه‬


‫هر خبر یې زما په باب د اغیار خپل کړی‬

‫‪۳-۴-۹۸‬‬

‫غزل‬
‫د راتلو خبر دي څو اضطراب راوړی‬
‫وچو سترګو مي ګریوان ته سیالب راوړی‬

‫ستا د کارډ ګالن چي ستا په دید تازه وو‬


‫خازه زړه تې ستا جمال او شباب راوړی‬

‫شب و روز چي کوم یو شوخ وو راڅه وړي‬


‫هغه چا د وصل لمر او مهتاب راوړی‬
‫‪58‬‬

‫له دې دیده پس به بیا ظالم فراق وي‬


‫په وصال دي پټ امکان د عذاب راوړی‬

‫ستا اوښکلني توري سترګي چي را یاد سوې‬


‫د وجود سراب مي هلته دریاب راوړی‬

‫له اظهاره ګریزان یې له کلو سه‬


‫د الفت بڼي دي څومري حجاب راوړی !‬

‫هغه ځای دی هغه درخته ‪ ،‬هغه زه یم‬


‫خو فراق دي پر درو واړو عتاب راوړی‬

‫د الفت نغمه یې زما پر زړه لمبه کړه‬


‫کج باڼو چي سیاه چشمي مضراب راوړی‬

‫زه د ژوند تر لمرو الندي تپاند دښت وم‬


‫بنفشې د شنه پړوني سحاب راوړی‬
‫‪۲۷-۴-۹۸‬‬
‫‪59‬‬

‫غزل‬
‫په غیاب دي ګریې وکړم لکه درخته‬
‫ښې د اوښکو چینې وکړم لکه درخته‬

‫سپېره باد ستا د فراق چي څرخک راسي‬


‫څانګه څانګه کوڅې وکړم لکه درخته‬

‫که مشکیني خورې زلفي بېرته راغلې‬


‫بند پر بند به سایې وکړم لکه درخته‬

‫ته موسم ستا د شباب چي پر ما کښېږدې‬


‫ستا هم رنګي مېوې وکړم لکه درخته‬

‫تللی یار چي په صورت د بهار راسي‬


‫ښاخ په ښاخ شګوفې وکړم لکه درخته‬

‫که د شپې د سکوت ژبه مي ایزده سوه‬


‫پټه خوله به کیسې وکړم لکه درخته‬

‫چي موسم د بنفشې د خندن راسي‬


‫پاڼه پاڼه وږمې وکړم لکه درخته‬

‫په فراق کي دي هوا سم کوڅې ګښت کړم‬


‫په وصال دي ریښې وکړم لکه درخته‬
‫‪60‬‬

‫د باران په دود چي نه اورې اشنایه‬


‫عاقبت به ګړځې وکړم لکه درخته‬

‫‪۸-۶-۹۸‬‬

‫غزل‬
‫زما یې څه که پر جهان آوار دریاب یې‬
‫زما پر زړه باندي خو ګراني تود سراب یې‬

‫مخامخ به مي تر څو نارسا ساتې‬


‫مخا مخ به څو باعث د اضطراب یې‬

‫پاڼه پاڼه څو مشکل یې په هر باب کي‬


‫څو د میني په نصاب کي ګران کتاب یې‬

‫د ګفتار په خوشبو یي زړونه مخمور کړې‬


‫په قالب کي د غنچې میګون شراب یې‬
‫‪61‬‬

‫ښه قطره قطره پر زړه مي ‪ ٫٫‬یم ‪ ٬٬‬اوریږه‬


‫زه په زړه چاودلې مځکه ته سحاب یې‬

‫په صحت سره مي لوست ځکه ممکن دی‬


‫زه د میني صحیفه ته یې اعراب یې‬

‫تاریکې د هر عنوان دي تحلیل یوړې‬


‫ته د ژوند د افق لمر ‪ ،‬ته یې ماهتاب یې‬

‫‪۱۶-۱۱-۹۸‬‬

‫غزل‬
‫ستړي ژواک ته ستا د ژواک قراري راکړه‬
‫هوسا خدایه ‪ ،‬ستا د زړه وسایي راکړه‬

‫زما پر زړه باندي سراب ساتونکې خدایه‬


‫د سراب په تل کي زړه شبنمي راکړه‬

‫د الله تر قلب یې سترګي سرمګین وې‬


‫خدایه بېرته هغه بت آذري راکړه‬

‫خدایه ستا هم د ْ‬
‫لیلی اوږد انتظار دی‬
‫په کامله نامیدي بېغمي راکړه‬

‫تللی یار ګریان غزال په زړه راغبرګ کړه‬


‫په ګریه یې خدایه بیا شتمني راکړه‬

‫خدایه کله به د منځ فاصلې کت کړې ؟‬


‫ستا په زړه کي خندان ورځ ‪ ،‬نیم شبي راکړه‬

‫زه د مرګ میني ته بېرته غبرګ سوم خدایه‬


‫د ښه ژوند له هیلي ښه آزادي راکړه‬
‫‪62‬‬

‫که د ژوند د ښکال قول ګران دی خدایه‬


‫پروا نسته زړه الر صلیبي راکړه‬

‫‪۱۶-۷-۹۹‬‬

‫غزل‬
‫د فراق غمو ته ګراني څنګه شا کړم‬
‫ستا د وصل په هنګام ځکه ژړا کړم‬
‫‪63‬‬

‫درست یو کال مي عبث تېر په دې سودا کړی‬


‫زه لتا سه د زړه الر څنګه جدا کړم‬

‫تللی یار بې پروا بېرته خندان راغلی‬


‫زه ژړاند وختونه تېر چا ته ښرا کړم‬

‫ټول وګړي ځکه زما په حال خبر دي‬


‫غم بې پامه په خندا کي هوېدا کړم‬

‫ستا د تلو پس مي فطرت دا ګرځېدلی‬


‫لتا پرته هر طرب ځان ته سزا کړم‬

‫ښه سو دواړه دروغژن سو ژوندي ګرځو‬


‫ته پر ما او زه پر تېرو شپو خندا کړم‬

‫زما و ستا مینه تر نور جهان ده ستړې‬


‫ته خودبینه ‪ ،‬زه ساتنه ‪ ،‬د اناکړم‬

‫‪ ۱۹۹۴‬ء پښین‬

‫د ټپې د ثاني مصرعې بحر‬

‫زهیر زړګیه ! د خزان حوصله راکړه‬


‫پټه د پاڼو په شېون کي نغمه راکړه‬

‫ستا په لهجه کي هیڅ ستړیا د انکار نسته‬


‫خو لږ د ساه اخیستو ماته موقعه راکړه‬

‫زما د زړه زمان ‪ ،‬مکان واورو کړی الندي‬


‫تر لمر توده ‪ ،‬تر ژوند ژوره بوسه راکړه‬

‫ما له فطرته څه هنر د ژوند اخستی‬


‫ځان به بحال کړم که غم لږ هم وقفه راکړه‬
‫‪64‬‬

‫لکه فطرت د ژوند په وخت کي نه ځایېږم‬


‫پټه په زړه کي خدایه ستا زمانه راکړه‬

‫که ته بېلتون الزم ګڼې درته تسلیم یم‬


‫دومري خو وکړه زما ارمان شکسته راکړه‬

‫ګڼه سایه دي ستا د ذات د نخل یوړه‬


‫بېرته دي زما د بخت سوزانده غرمه راکړه‬

‫عجب منطق دی زما عزت ته پرېکه غواړې‬


‫عجب الفت دی د دښتو دي ګریه راکړه‬

‫‪ ۱۹۹۴‬ء پښین‬
‫غزل‬
‫زما د ژوند پر ټولو ستړو نظر ساتي‬
‫لکه زاڼی خور پر سر مي کوڅر ساتي‬

‫یوه نجلۍ په پټه ‪ ،‬پټه ضروري سوه‬


‫اوس پر زړه مي ښکاره‪ ،‬څومري اثر ساتي‬

‫زما د زړه ورځي وږمني ‪ ،‬شپې رڼا سوې‬


‫په نظر کي مشعل ساتي ‪ ،‬عنبر ساتي‬

‫یو عجب متضاد کار کوي عالمه‬


‫زما په زړه کي اور کري او ابر ساتي‬

‫لکه شب په انتظار د مشعل ذات یم‬


‫په امید او په کایښت مي ابتر ساتي‬

‫په ځېر ځېر کتلی نسمه بل شوخ ته‬


‫شاه لیلی نظر‪ ،‬زما پر نظر ساتي‬

‫په ظاهره که رشته د نفرت ساتي‬


‫پټ الفت‪ ،‬ځالندن آوار پر بشر ساتي‬
‫‪65‬‬

‫سیاه چشمه لویه لوړه ګل دهنه‬


‫یوه ساحره زموږ پر زړونو ‪ ،‬سحر ساتي‬

‫زه یې دید ته ‪ ،‬له خپل زړه څه ابر هسک یم‬


‫دا په ما کي لوړ قامت د شجر ساتي‬

‫د تاریخ د ګل ښایست استعاره ده‬


‫د تاریخ په دود په ځان کي عصر ساتي‬

‫ځکه ژوند یې په شفق کي نغښتی ښکاري‬


‫د زنخ په څا کي ګرانه چي لمر ساتي‬

‫غزل‬
‫په هر رپ کي اړوي نوي ورقي‬
‫خوږ کالم تر نبات زیات که توري سترګي‬
‫‪66‬‬

‫خازه زړه چي په طلب د ‪ ٫٫‬دوست مرګي ‪ ٬٬‬سم‬


‫تجدید بېرته مي حیات که توري سترګي‬

‫په نظر کي یې قربت هم فاصلې دي‬


‫د الفت خپل تعبیرات که توري سترګي‬

‫روایت د هسک صلیب ځکه ژوندی دی‬


‫الر آسانه د اموات که توري سترګي‬

‫په نظر کي یې د خپل ښایست نشې دي‬


‫شرمنده مست خرابات که توري سترګي‬

‫چي راغونډ یې له نظره کړم ټول مهر‬


‫ښکاري نوي امکانات که توري سترګي‬

‫له دوو خلګو سرې میني تثلیث ایښی‬


‫بد د درو واړو حاالت که توري سترګي‬

‫له هر چا څه یې انداز د سخن بېل دی‬


‫په خندا مشکل سواالت که توري سترګي‬
‫‪ ۱۹۹۵‬ء کوټه‬

‫غزل‬
‫آزاد زه د څراغو له پوره یمه‬
‫د سرو لبو آفتاب ‪ ،‬ثبت پر تندي وړمه‬

‫ژوند او مرګ د یوه سفر تسلسل ښکاري‬


‫چي له کومه یم راغلی هلته ځمه‬

‫ته په خپله زما و ستا تر منځ دیوال یې‬


‫زه خوش بین دي بیا پر څه الري څارمه‬

‫پس لتا مي څېره ایښې یو ځای هېره‬


‫پس لتا بې څېرګي عنوان لرمه‬
‫‪67‬‬

‫په دې ښار کي فقط ته یې فقط زه یم‬


‫چي په یاد دي نور وګړي هېر ساتمه‬

‫دومري واوري ستا په زړه له کومه شنې سوې‬


‫چي د لمر په شان سړی پکي یخ سومه‬

‫مات زړګیه ! پښتنی غرور دي څه سو ؟‬


‫کوم جواز سته چي یې پلونه لټومه !‬

‫هغه راز چي ګاه دیوتا وو ستا په خیال کي‬


‫هغه راز چاودلی زړه په غاړه وړمه‬

‫‪ ۱۹۹۵‬ء کوټه‬

‫اوشېنیک سترګي‬
‫‪Oceanic eyes‬‬

‫تر اوشېنیک سترګو دي جار سم‬


‫د میني موج ورپکي څومري بېکران دی !‬
‫که شاعر زړه مي له کلو پکي الهو دی‬
‫خو د خلیج په څېر یې پای ال لیري ښکاري‬

‫‪۱۲-۲-۹۲‬‬
‫‪68‬‬

‫دوه مجبوره‬
‫ته د خپل انانیت د دې‬
‫جبر ښکار یې‬
‫چي په ما خپل ځان ومنې‬
‫او زه بیا دا مجبوري په غاړه لرم‬
‫چي تا بې دلیله‬
‫د ژوند د الزمي ضرورت په توګه تسلیم کړم‬

‫‪ ۱۹۹۳‬ء‬
‫پښین‬

‫د موسمونو خدای‬
‫ستا د فکر اثر زما پر ذات الزم دی‬
‫سپینه خوله چي ګهیځ راسي‬
‫زرین فصل د لمرو راپکي شین سي‬
‫په هنګام د شب آغاز چي‬
‫‪69‬‬

‫دیپک راګ کړي‬


‫مړې ډیوې د زړه په طاق کي‬
‫لمبې واخلي دیوالي سي‬
‫چي خزان دي پر زړه کښېني‬
‫او شیون د ژړو پاڼو دي لباس سي‬
‫نو په ما کي هسک لمرونه یخ رژاند سي‬
‫ډیوې مړې سي محشر راسي‬
‫نه امان وي نه سبحان وي‬
‫نه زمان وي نه مکان وي‬
‫تر تکوین وړاندي مي کیف سي‬
‫د تیارو پایان نه وي‬
‫بې کناره یوه خال وي‬
‫ستا د فکر اثر زما پر ذات الزم دی‬
‫ته مو خدای د زړه د ښار د موسمویې‬

‫‪ ۲۰-۱۱-۸۹‬پښین‬

‫شکست‬
‫سیاه چشمي جادوګري !‬
‫ټول دانش او ټول غرور مي‬
‫ستا په پښو کي‬
‫لکه زر د ګلو توی سو‬

‫‪۲۳-۱۲-۹۱‬‬
‫‪70‬‬

‫ابدیت‬

‫ستا د مخ د سپڼېدلي ګل په رنګه‬


‫غوړیدلی زړه به عشق وي‬
‫تر ابده‬
‫زما د لبو په نصیب آب حیات سو‬
‫پاته چای چي ستا د خولې دي‬
‫راکړې ماته‬

‫‪۲۳-۱۲-۹۱‬‬
‫‪71‬‬

‫یوه نجلۍ ‪ ،‬یوه کمبلۍ‬

‫دا مي یقین دی راز شاعره‬


‫که د سحر لمرین څېرې ته دي الس وروړی‬
‫د کمبلۍ د وزر زر به ځیني واخلې‬

‫‪۲۹-۵-۹۲‬‬

‫کشکي‬

‫کشکي وخت بېرته راغبرګ وایی‬


‫تېر وختونه ژړي پاڼي‬
‫رژاند توﺉ وایی‬
‫زه په بېرته یو د لس کلو هلک وایی‬
‫افتخار د شاګردۍ مي ستا نصیب وایی‬
‫د څېرې په صحیفه کي مي سبق د عشق لوستالی‬
‫په ځیر ځیر مي‬
‫‪72‬‬

‫د کتاب پر ځای و مخ ته ستا کتالی‬

‫‪۲۰-۴-۹۲‬‬

‫تضاد‬
‫ستا په څېر د دیوالو او دروازو په حصار نه یم‬
‫چي دي زړه له هري خوا سي بسم هللا کړه‬
‫زما وجود درته آوار د دښت په څېر دي‬

‫د طلب تږي سراب او د غزال وحشت په زړه کي‬


‫لکه غم د ژوندانه درپسي یون کړم‬
‫زه د میني د دنیا رشتنی روح یم‬

‫ته په مینه د ځان موړ یې‬


‫ته سیراب په خپل ښایست یې‬
‫په حصار کي د ځان اوسې‬
‫رویه دي د ښایست په فطرت پره ده‬
‫ګریزان ګریزان اوسې له شاعره‬

‫د فراق په اور سوځلی زړه مي ژاړي‬


‫بیا د ځان څه پټه خوله پوښتنه کاندي‬
‫دا تضاد د فطرتو د چا تقسیم دی ؟‬
‫زما د ماتو حوصلو تجدید به څوک که ؟‬
‫له بڼو به مي څوک اوښکي په لب واخلي‬
‫ستړي مځکي د الفت به څوک سمسوري‬
‫کړي ؟‬
‫ستړي ستړي دا سوالونه‬
‫اغزن ناست زما په زړه کي‬
‫ستا ځواب ته انتظار که‬
‫اې د عشق د دنیا خدایه‬
‫‪۲۷-۱۱-۹۲‬‬
‫‪73‬‬

‫یوه پوښتنه‬

‫څومري ستړی ژوند لرمه‬


‫چي خپل فکر مي قاتل دی‬
‫د قبرو حساب مي نسته‬
‫هره ورځ په ځان کي مرمه‬
‫هره ورځ لکه ککنس بیا‬
‫زیږم زه له خپله خاکه‬
‫شپې او ورځي مو تېریږي‬
‫په نشرح په ادیره کي‬

‫زه یې څنګه ومنمه ؟‬


‫چي ژوند فضل د بادار دی‬
‫که ژوندون د خلګو ښه وايي‬
‫ډېر ارفع او ښایسته وایي‬
‫‪ ٫٫‬نو په خپله له موږ لیري‬
‫ولي خدای سو آدم نه سو ‪ ٬٬‬؟‬

‫نثري نظم‬
‫دلیل‬

‫خدای ځکه هر وخت پر حق باندي دی‬


‫چي طاقت من دی‬
‫چي اختیارمن دی‬
‫‪74‬‬

‫د ارتقا د خوب توکري‬


‫ته محیط پر ټول عالم پر ټول زمان ی‬
‫ستا تر ګڼي سایې الندي‬
‫د واښو تر قامت نه یم بلند سوی‬

‫تا ځالند لمرونه لیري ځل ساتلي‬


‫ما د واورو فصل وکۍ په داخل کي‬
‫زه مانده ستړی وګړی‬
‫د انسان او د شیطان تر منځ بېشلی‬

‫له ازله لتا ربه‬


‫دا ژړاند استفسار کاندم‬
‫‪ ٫٫‬په دې ډک او سوړ جهان کي‬
‫ستا تر ګڼي سایې الندي‬
‫کوم امکان کوم ګنجایش سته زما د ودي ‪٬٬‬‬
‫‪75‬‬

‫ګونګۍ مینه‬

‫زموږ د خاوري الفتونه‬


‫له اظهاره احتراز که‬
‫ځکه ګرانه باهم لبي‬
‫ګریزان ده زما له ذاته‬
‫توري سترګي یې د ضبط له‬
‫ډېره درده‬
‫پټه خوله په درون ژاړي‬
‫لکه شپه د ساړه ژمي‬
‫لکه ړنګ قبر د میني‬

‫‪۲۹-۱۱-۹۶‬‬

‫د فاصلو درد‬
‫‪76‬‬

‫ته باید چي زما پر حال رنجیده نه سې‬


‫ته باید لکه بهار خندنۍ اوسې‬
‫ستا خو وخت د کمبلیو د نیوو دی‬
‫چي د ځان او د جهان تزهین په وکړې‬
‫د وزرو ‪ ،‬زر یې ټول کړي دې مقصد ته‬

‫زما د خیال له ستړو واورو لیري اوسه‬


‫امکان سته چي زما د خیال تر اثر الندي‬
‫ته د عمر تر وخت وړاندي سنجیده سې‬

‫ته د غم څخه وماته‬


‫د نجات دعاوي مکړه‬
‫غم زما د ژوند ملګری‬
‫غم زما خوراک څښاک دی‬
‫که غم نه وو زما په ژوند کي‬
‫بیا به زه هم موجود نه یم په جهان کي‬

‫ځه ورځه خندنۍ اوسې‬


‫زما د پاره قدم مه نیسه پر الرو‬
‫ستا تر څنګ زه تللی نه سم‬
‫ته د دښت هوسۍ ته سوې‬
‫یې په تګ کي‬
‫او زه ستړی یو سړی یم‬

‫د وختو واوره په سر کي‬


‫هسي هم دا حقیقت باید تسلیم کړو‬
‫چي د ژوند الري مو بیلي بیلي درومي‬
‫وخت زموږ تر منځ حاهل لکه دیوال دﺉ‬

‫ما و ستړي ژوند ته پرېږده‬


‫هیڅ پروا مي د غم مه کړه‬
‫د یوه خوب په څېر مي هېر کړه‬
‫مخ په وړاندي سفرکانده‬
‫تر شامه ګوره وماته‬
‫خلګ وایي داسي خلګ‬
‫چي د ژوند پر الري ګوري تر شا چاته‬
‫نو د نکل د کردار په دود سي ګراني‬
‫‪77‬‬

‫سوړ احساسه کاڼي پاته سي پر الري‬


‫‪۱۵-۱۲-۹۶‬‬

‫ورک دیوتا‬
‫ستا راتګ ګریزان یاره‬
‫زما و ژوند ته اعجاز راوړی‬
‫څومري لوی انقالب پېښ سو‬

‫تا صفت او تا فطرت د وخت بدل کړی‬


‫ژړي پاڼي‬
‫ټولي بېرته زرغونې سوې‬
‫په خزان کي ژړاند درختو‬
‫بیا په بېرته ګالن راوړه‬
‫زړه او ګور مو د جنت وږمې پیدا کړې‬
‫د طرب او تکامل موسم آغاز سو‬
‫زه په ځان کي لوی جهان سوم‬
‫امن زما د ژوند لباس سو‬
‫تا تجدید د وختو وکړی بالکېفه‬
‫تاله نوي سره بېرته راز تخلیق کړم‬
‫آراسته دي ستا د ذات او د صفاتو‬
‫په انوار کړم‬
‫په دې وجه کله کله اوس ګمان کړم‬
‫‪ ٫٫‬زه د ورکو‬
‫تهذیبو چیري یو ورک دېوتا خو نه وم‬
‫‪78‬‬

‫چي په منځ کي دي د خلګو‬


‫په خاورین صورت راهسک کړم ‪٬٬‬‬
‫‪۲۷-۹-۹۷‬‬

‫یوه نجلۍ یوه هوسۍ‬


‫ګاه چي ګرانه‬
‫توري سترګی د وحشت په سراب توري‬
‫د سبا په څېر په یون ووینم چیرې‬
‫نو تجرید د خیال مي واوړي‬
‫دا یقین مي زړه ته را وړي‬
‫‪ ٫٫‬چي صورت یې د انسان دی اختیار کړی‬
‫یوه هوسۍ د دښت له زړه سه‬
‫ځي راځي یوې ادارې ته ‪٬٬‬‬
‫د وحشت خوی یې ساتلی‬
‫ال د دښت دی‬
‫له سایې د خلګو ځغلي‬
‫په خپل ځان کي پنهان اوسي‬
‫خبر نه یم چي مذکور یې‬
‫چا صفت پر کتاب ایښی‬
‫د خپل حسن حکایت په درس کي لولي‬
‫د غرور او افتخار په شپول کي اوسي‬
‫‪ ۹۷‬ء پښین‬

‫پلوشه‬

‫یوه نجلۍ چي پلوشه د ژړي لمر ده‬


‫یوه نجلۍ چي‬
‫‪79‬‬

‫د ښایست استعاره ده‬


‫په خندا د لعلین لبو‬
‫په الفت د تور سترګو‬
‫د طرب د لمرو کښت کري‬
‫زما د زړه پر شاړو مځکو‬

‫‪۳۰-۳-۹۷‬‬

‫د اړ نفسیاتو خلګ‬

‫خدا یګوچي‬
‫زما سد نه په رسیږي‬
‫یوه پوښتنه ځکه کاندم‬
‫زه له تاسو پوهاند خلګو‬
‫‪ ٫٫‬هغه څوک چي په ظاهره‬
‫بې پروا ده زما له ذاته‬
‫هغه څوک مي په محفل کي‬
‫په غال ولي تصویر اخلي ؟‬

‫‪۲۴-۱۱-۹۶‬‬
‫‪80‬‬

‫زه و خدای او کاینات یو مثلث یو‬


‫د دنیا په وسعتو کي‬
‫لکه خوب د لېونیانو شکسته وم‬
‫سرنوشت د ژواک مي نه وو ټاکل سوی‬
‫څه که جزو د کاینات وم‬
‫د وحدت احساس مي نه درلود په زړه کي‬
‫لکه باد وم بې مکانه ‪ ،‬لکه ژوند وم بې ثباته‬
‫زما د ویني رشتې هم د تجرید ښکار وې‬

‫د جمود او انتشار په دې وختو کي‬


‫زما د ستړي ژوند فقط یوه پناه ګاه وه‬
‫تر ژوندون مي زیات طلب د مرګ درلودی‬
‫په دې وجه ستړی ژوند راته آسان وو‬
‫زه د مرګ الفت ساتلی مجتمع وم‬

‫په ظاهر که سر بلند وم لکه درخته‬


‫خو د وخت په کاڼو زخم زخم ومه‬
‫او ریښې مي خپلو اوښکو‬
‫وې د ژوند له مځکي کښلی او توږلي‬

‫د ژوندون په داغه ستړو مرحلو کي‬


‫د ژوندون په داغه ستړو ورځو شپو کي‬
‫زه خبر په حقیقت نه وم جانانه‬
‫چي په پټه تحلیل ناست یې زما په وینه‬
‫او په ژوند کي د جمود راسره ښکار یې‬
‫‪81‬‬

‫که په تحت کي د شعورکه څه موجود وې‬


‫د شعور پر سطح ربط مي تر منځ نه وو‬
‫بې شعوره پېوستون وو زما تر حده‬
‫ته په دې سوب شاید سوې له ما ستړی‬
‫زما د زړه د سلبیت نفي ته هلته‬
‫له موضوع څه و معروض ته په صعود سوې‬
‫زما و ستا باهم شهود ته‬
‫زما د ویني په شعور کي‬
‫زما په تور زمان مکان کي‬
‫ته خندان لکه آفتاب‪ ،‬په خود طلوع سوې‬
‫ستا په نور د ځان جهان او ستا ‪ ،‬اشنا سوم‬

‫یوه پوښتنه درڅه کاندم ګرانه یاره‬


‫ته چي زما د ژوند حصه وې‬
‫ماته ولي احساس نه وو ستا د وصل؟‬
‫ته مي څله‬
‫په عمل او په کالم کي څرګند نه وې ؟‬

‫زما د ویني له خلیجه‬


‫چي افق ته د زړه هسک سوې‬
‫موسمونو څو تغیر راوړی په ما کي !‬
‫ستا د ذات او کاینات واړه رنګونه‬
‫زما د ذات په تزهین راغله‬

‫څو وسعت او څو رڼا مي ژوند پيدا کړه !‬


‫زما د ذات د وسعتو په مقابل کي‬
‫وسعتونه ستا د لوی جهان ‪ ،‬جانانه‬
‫لکه خال د منډي زني نقطه راغله‬

‫ستا د نور په واسطه په ُکل کي ُکل سوم‬


‫زه وته او ستا جهان یو مثلث سو‬
‫دا عالم چي یو عقده وه‬
‫دا عالم راته تشریح لکه نصاب سو‬
‫‪82‬‬

‫هسي موږ ته په ظاهر که په خال کي‬


‫معلق او منتشر دي جهان ښکاري‬
‫التباس یې د نظر ګڼم جانانه‬
‫د ظاهر په شا څه نور حقیقت خاندي‬

‫ټول عالم یقین لرمه‬


‫ستا د ذات په حصار یو دی‬
‫ستا په ذات کي حرکت او تغیر کاندي‬
‫ستا په ذات کي قاهم اوسي وسعت کاندي‬
‫ماورا دي تا له ذاته‬
‫په دنیا کي په امکان کي‬
‫هیڅ امکان د وجود نسته‬
‫هیڅ یو شي ته وقوف نسته‬
‫ته جوهر او حقیقت د هر یو څېز یې‬

‫ته مقدار په کېفیت سره بدل کړې‬


‫د تضاد په امتزاج یې وده کاندې‬
‫انجذاب و تعامل پکي روان دی‬
‫ستا په وجه ربط قاهم د دې جهان دی‬

‫ستا د دې صفت په وجه محیط ذاته !‬


‫زما رشتې له ټول عالمه سره ساز سوې‬
‫بې کناره کاینات مي ښکلی کور سو‬
‫عناصر یې اوس د کور افراد ګڼمه‬
‫لمر مي پالر ‪ ،‬مځکه مي مور ‪ ،‬ستوري مي‬
‫وروڼه‬
‫سپوږمۍ خور راته ځلیږي په ګریوان کي‬

‫‪۸-۷-۹۷‬‬
‫‪83‬‬

‫د میني سالګره‬
‫زما او ستا د تعلق نن سالګره ده‬
‫په تېر کال کي په دا ورځ موږ سره یو سو‬
‫داغه ورځ زما د پاره لویه ورځ ده‬
‫ستا احساس خو به وتاته درمعلوم وي‬
‫زما د پاره تر اختر هم ښایسته ده‬

‫داغه کال وماته داسي ښکاري ګراني‬


‫چي د ورځو تسلسل وو شپه یې نه وه‬
‫نن چي وخت سره جدا کړو ‪ ،‬بې امان یم‬
‫نو نن هم په داغه حال کي‬
‫ته زما د ورځو لمر یې‬
‫ته زما د شپو ماهتاب یې‬
‫هم مي کور ‪ ،‬هم مي لباس یې‬
‫که دزړه خبره تاته رشتیا وکړم‬
‫زه بنده خو د خپل خدای یم‬
‫خو په مینه ستا اخته یم‬

‫که د ژوند له لمرو کله‬


‫په طلب ته د سایې سوې‬
‫ګل اندامي‬
‫زموږ د ناستي ځای ته راسه‬
‫زموږ د ناستي پر ځای شین درپسي ناست یم‬
‫‪84‬‬

‫لکه درخته‬
‫یو او بل ته به جواز د ژوندانه سو‬
‫ته به زما په سيوري کښېنې‬
‫زه په آب دي تا د حسن به اوبه سم‬
‫‪۱۹-۱۱-۹۷‬‬

‫یار باران سي پر ما راسي‬

‫زه دي وینم چي انسان یې‬


‫دریاب نه یې ‪ ،‬باران نه یې‬
‫خو چي کله پر ما راسې‬
‫تږي مځکي د وجود مي‬
‫په رشتیا سره سیراب کړې‬
‫داسي ولي کیږي ګراني ؟‬
‫زما سد نه په رسیږي‬
‫په معروض کي یې جواز نه ښکاره کیږي‬

‫دا پوښتنه ځکه کاندم اوس لتا څه‬


‫چي ته څنګه دا صفت لرې جانانه ؟‬
‫او که ته هم ناخبره‬
‫د خپل ځان په دې اسرار یې‬
‫نو بیا داسي ګراني وکړه‬
‫‪85‬‬

‫ته د ميني له دېوتا پوښتنه وکړه‬


‫( چي له اصله او له کوره د هغه یې )‬
‫ما و ځان باید خبر په دې اسرار کړې‬
‫‪ ٫٫‬ته چي ګراني دریاب نه یې‬
‫نو بیا څنګه زما د زړه پر تږې مځکه‬
‫ته آواره د سمندر په شانتي راسې ‪٬٬‬‬

‫‪۲۹-۱۱-۹۷‬‬

‫لمر او بنفشه‬

‫یوه نجلی د بنفشې او پلوشې امتزاج ښکاري‬


‫بند پر بند یې‬
‫د لمرونو فصل شین دی‬
‫ګام پر ګام یې‬
‫توري سترګي په خندا کي‬
‫د ګلونو وږمې پاشي کنار درومي‬
‫‪86‬‬

‫تالش‬

‫دلته شاعره ژوندون ګران دی‬


‫درځه چي ځو بېرته خپل ښارته‬

‫چي نور یو دوه ژونده مصرف کړي‬


‫بیا شاید ورسي دلدار ته‬

‫پنډۍ‬

‫نثري نظم‬
‫ستړي سایې‬

‫زما د الس د سپڼسیو په شان‬


‫‪87‬‬

‫پر اړو نریو لیکو باندي‬


‫زه‪ ،‬ژوند ‪ ،‬مینه ‪ ،‬مرګ او خدای‬
‫واړه د خپل خپل تقدیر په سفر بوخت یو‬
‫او د یوه او بل په الرو کي‬
‫د غېر مریي دنیا د سایو په توګه‬
‫حاهل پاته یو‬
‫‪۳-۶-۸۸‬‬

‫زما شجره‬
‫نثري نظم‬

‫پرون زموږ د کور سره‬


‫په یوه نږدې کوڅه کي‬
‫یوه ماشوم په ناڅاپه‬
‫توګه دا پوښتنه راڅه وکړه‬
‫چي ‪ ٫٫‬ته د چا پالر یې ‪ ٬٬‬؟‬
‫زما روح د اوښکو تلخي په حلق کي‬
‫او د ژړو پاڼو ګریه او رپېده په ږغ کي‬
‫زما شجره داسي ورته وړاندي کړه‬
‫چي ‪ ٫٫‬زه د آدم د ازلي خطا زوی‬
‫او د خپلي الزمي ګناه پالر یم ‪٬٬‬‬
‫‪88‬‬

‫امکاني دیوتا‬
‫نثري نظم‬

‫جانانه خدایه‬
‫ته د داهمي ژوند څښتن په دې سوب یې‬
‫چي موږ د مرګ جبلت‬
‫په خپله وینه کي ژوندی لرو‬
‫د مستقبل انسان به په یقیني توګه‬
‫ستا ځیني صفات و ځان ته وګټي‬
‫او تر لویه حده به په خپله د ځان خدای سي‬
‫‪89‬‬

‫آبي معجزه‬
‫لوی سمندر‬
‫دا ستا د لویي پراعجاز باندي‬
‫یو واضح دلیل نه دی!‬
‫چي ته په متضاد صفت یعني‬
‫د څپو په مترنم شور سره‬
‫زما په زړه کی د سکون او وسایي‬
‫ازلي ‪ ،‬ابدي آبي تخم کرې‬
‫‪۱-۷-۸۷‬‬

‫المیه‬
‫نثري نظم‬

‫له هغه څښتنه څخه څه‬


‫شکوه په کار ده‬
‫د کوم چا تر ګڼي مقدسي سایې الندي‬
‫چي زه د ژوند لمرونو‬
‫تور سکاره کړم !‬
‫‪90‬‬

‫د ویني شعور‬
‫نثري نظم‬

‫ستا سو په انکار سره‬


‫که په ژوند کي زما یقیني مرګ‬
‫نه واقع کېدی‬
‫نو ما به ته کله هم نه وایي منلی‬
‫اوس ته راته ګرانه خدایه و وایه‬
‫چي دا ستا د وجود د اثبات‬
‫په حواله تر کومه حده‬
‫یو محکم شعوري دلیل دی ؟‬
‫‪91‬‬

‫التباس‬
‫نثري نظم‬

‫ښایسته خدایه !‬
‫ته او زه ‪ ،‬لمر او سمندر‬
‫فقط د مراتبو په حواله سره‬
‫تقسیم ښکارو‬
‫کنه څومري سره یو ‪ ،‬یُو !‬

‫دوه وګړي ‪،‬درې صلیبه‬


‫د زړه پر دښت مي څو سوالونه‬
‫لکه څرخکي دوړي ګرځي‬
‫زمان مکان په نڅا ساتي‬
‫په تشنه شونډو تپوس کاندي‬
‫‪92‬‬

‫چي ژوندون څه ‪ ،‬مقصد یې څه دی ؟‬


‫دا یوه هسي حادثه ده ؟‬
‫که شعوري تخلیقي د چا دی ؟‬
‫د دې جهان حقیقت څه دی ؟‬
‫د ژوند او مرګ څه سلسلې دي ؟‬
‫یا د اشیاو جوهر څه دی؟‬
‫دی د انسان اختیار تر کومه ؟‬
‫د امکاناتو څو امکان دی؟‬
‫علم کسبي او که فطري دی ؟‬
‫او ښایست څه صفت یې څه دی؟‬
‫مینه له کومه نفرت څه دی ؟‬
‫زړه دی ذرې که لمر ارت دی ؟‬
‫سایه له لمره څو جدا ده ؟‬
‫او دا د میني کوم اعجاز دی؟‬
‫چي هر مین په خپل وجود کي ؟‬
‫تر وخت باال لکه دیوتا سي ؟‬

‫هم داسي نور اړجن سوالونه‬


‫د څرخک دوړو ګڼ ځنګلونه‬
‫سرګردان ګرځي ځوابو ته‬
‫خو فطرت لبي باهم ساتي‬
‫د خوب سکوت اخلي په سا کي‬
‫د ژوند اسرار ابدي ښکاري‬
‫د فلسفي دا وظیفه ده‬
‫چي تشریح راوړي دا سوالونه‬
‫ځواب د دې سوالونو خلګو‬
‫تر استعداد زما سیوا دی‬
‫خو یوه نقطه راته عیان ده‬
‫د ژوند ښایست په خپل اسرار دی‬
‫د ژوند اسرار او اړ سوالونه‬
‫به را روان وختو ته پرېږدم‬
‫د عشق ښایست بیان به پېل کړم‬
‫چي تجربه زما د ذات ده‬
‫ښه په معروض د عشق آګاه یم‬
‫زما په وینه تحلیل ګرځي‬
‫‪93‬‬

‫تجرید د حسن مي عالمه‬


‫دی مجسم صورت لیدلی‬
‫ستا سو ابالغ تې هڅه کاندم‬
‫چي دا تجرید درته ښکاره کړم‬
‫او د تخلیق په مرحلو کي‬
‫زه خپل نیم ګړی ځان کامل کړم‬

‫ګڼ د اسرار په سایو پټ دی‬


‫څوک په معنا د ژوند پوهیږي‬
‫حقیقتونه د ژواک ډېر دي‬
‫څوک معروضي څوک موضوعي دي‬
‫( ژوند شل اړخیزه یو عمل دی )‬
‫څه انکشاف لري شعور ته‬
‫څه ماورا دی له شعوره‬
‫که کوتاه فکر پېمانه کړو‬
‫د ژوندمحیط به ډېر محدود سي‬

‫په بله خوا حقیقت دا دی‬


‫چي وقوع ‪ ،‬امکان وسیع دی‬
‫د امکاناتو تحدید نسته‬
‫تر تجربو وړاندي د خلګو‬
‫هم څه پنهان حقیقت سته دی‬

‫د اوږد تمهید مقصد مي دا دی‬


‫چي زما د دې سخن هدف هم‬
‫یو نابلده حقیقت دی‬
‫یقین کول یې محال کار دی‬
‫تر عام پوهنه سیوا ښکاري‬
‫د فن ښایست فلسفه بېله‬
‫‪94‬‬

‫له عقیدو څه آزاده وي‬


‫او کرښي نه مني د مځکو‬
‫هم له وختونو ماورا وي‬
‫فقط د میني درس یې ژوند وي‬
‫فقط جمال جهان ته ښیي‬
‫د امکاناتو ښکارندوی وي‬
‫د امکاناتو جهان فراخ دی‬

‫له هغه وخته تر دې وخته‬


‫چي ال غروب په کالبد نه وم‬
‫زه په لټون د خپل نګار یم‬
‫یاد د ‪ ٫٫‬الست ‪ ٬٬‬لرم په زړه کي‬
‫رنګین ګمان د ژوند رو داد دی‬

‫شاعر د ژوند تر معروض وړاندي‬


‫میشته په زړه کي د څښتن وم‬
‫په لوی وحدت کي دویي نه وه‬
‫نه یې امکان وو لیري لیري‬
‫یو بېکران مقدس نور وو‬
‫چي پر وجود زما محیط وو‬
‫له لوږو خالص په ځان کي ځان وم‬
‫زړه مي شتمن په پاک فطرت وو‬

‫چي د اظهار فطرت یې ځوان سو‬


‫نو د تخلیق د کرب له خونده‬
‫څپه څپه په څېر د ‪ ٫٫‬یم ‪ ٬٬‬سو‬
‫د لوی جذبو مد و جزر یې‬
‫د کاینات تخلیق آغاز کړی‬
‫په تضاداتو وده کاندي‬
‫ال د تخلیق عمل جاري دی‬
‫‪95‬‬

‫خو دلته سوال دا پیدا کیږي‬


‫چي د تکون جوهر یې څه دی ؟‬
‫له خپل زړګي یې معروض ورکړی ؟‬
‫که له عدمه څه یې هست کړی ؟‬

‫د کاینات د روح تفسیر ته‬


‫د کاینات د پالن تشریح ته‬
‫یا د اشیا د‪ ٫٫‬سکیم ‪٬٬‬تفصیل ته‬
‫خود به انسان راتلی تر مځکي‬
‫چي اړ سوالونه تشریح کښېږدي‬
‫څه د تخلیق مفهوم واضح کړي‬
‫څه اضافي ورباندي وکړي‬
‫د خپل وسعت په امکان پوه وي‬
‫سوچ یې د ُکل په تناظر وي‬
‫په ارتقا د عشق آګاه وي‬
‫له خپل دلداره هسک سي خدای ته‬

‫ابدیت د زړه لباس کړي‬


‫زړه مجله کښېږدي اینداره‬
‫چي څښتن ځان پکي شناس کړي‬
‫د خپل تجرید په معروض موړ سي‬

‫د کاینات چي کوم یو پالن دی‬


‫په شا چې کوم یو حرکي ذات دی‬
‫هغه د خپل مقصد حصول ته‬
‫چي هیڅ یو حال یې عیان نه دی‬

‫دی د هر چا کردار ټاکلی‬


‫زما په برخه شاعري سوه‬
‫چي د ازل نغمې یې خپور کړم‬
‫چي عشق ‪ ،‬ښایست او فن بیان کړم‬
‫کوم آفاقي چي دي قدرونه‬
‫هغه و خلګو ته عیان کړم‬
‫د دغه کار اجراتي خلګو‬
‫چي خپل یې وخت خپل یې مکان وو‬
‫زیې له وختو وړاندي ترتیب کړم‬
‫او چي په سکیم کي د اشیاوو‬
‫‪96‬‬

‫زما د کردار وختونه راغلو‬


‫په اول سیل ‪ CELL‬په پالر آدم کي‬
‫زما د سفر ستړي آغاز سوې‬
‫د مرحلو حساب یې نسته‬
‫شمېر د وختونو راڅه ورک دی‬
‫څو چي پر ځان باندي نازل سوم‬

‫د خپل زمان مکان مالک سوم‬


‫سترګي چي زما وسپڼیدلې‬
‫نو سم دستي ږغ د توپک سو‬
‫ښکلی انداز د استقبال وو‬
‫زړه مي تر اوسه پرې ښادان دی‬
‫د پښتنو یو خپل انداز دي‬

‫د زمانې تر اثر الندي‬


‫د پښین په ښار کي کوشنی لوی سوم‬
‫د ازلي ميني طلب مي‬
‫د جبلت تر جبر الندي‬
‫د کږو الرو الروی کړم‬
‫بندي کوڅې د اور مي کور سوې‬
‫تر محشر وړاندي دوږخي سوم‬

‫له کج روۍ چي ستړی راغلم‬


‫د تزکیې هڅه مي وکړه‬
‫مراقبه سومه په ځان کي‬
‫د شراو خیر مجادله سوه‬
‫اوږده برپا مبارزه سوه‬
‫جدل محیط که پر کلو وو‬
‫ښه منطقې یې نتیجه سوه‬
‫جبلت الر وجدان ته ورکړه‬
‫د وجدان لمر خندنی هسک سو‬
‫تیارو له زړه مي کډي وکړې‬
‫معصوم فطرت زما بحال سو‬

‫چي زړه مي پاک سو له عصیانه‬


‫د عشق فطرت چي مص ْفی سو‬
‫‪97‬‬

‫د ورک الفت په تقاضا سو‬


‫چي له ازله یې هدف دی‬

‫څوک چي پنهان دی زما له سترګو‬


‫الکن په ما کي استوګن دی‬
‫د روح پر لوح یې صورت نقش دی‬
‫د روح وجود په منور دی‬

‫د ورک جانان وصال ته خلګو‬


‫شاعر په دې ارت هیواد کي‬
‫سوم مسافر و هره خوا ته‬
‫د روح په یاد مي اعتماد وو‬

‫د انسانانو ګڼ ځنګل ته‬


‫د لوړ تعلیم په بانه والړم‬
‫د پوهنتون زړه په تازه وو‬
‫د شفق مخو افسون خور وو‬
‫د شیش بدنو بېل انداز وو‬
‫د ښو ځوانیو شفق زار وو‬
‫تکمیل د علم مي ښه وکړی‬
‫خو آهیډیل مي پیدا نه کړی‬

‫د خرابو حسرت په زړه کي‬


‫خپل غرني مسکن ته راغلم‬
‫د تخلیې عادت مي خپل کړی‬
‫مرم بېزار لکه رنځور سوم‬
‫د ژړو پاڼو شیون سر سو‬
‫ژړی خزان د زړه موسم سو‬
‫ستړی اسرار د عشق لرمه‬
‫پر ژوند مي پروت د نوم اثر دی‬

‫د امید لمر راپکي یخ سو‬


‫ژوند د خال په دود تاریک سو‬
‫هلته د غم له ډېر شدته‬
‫‪98‬‬

‫تر ځلېدلو ستورو الندي‬


‫لکه شونو سوم اوښکه اوښکه‬
‫وم دپنځویشت کلو هلته‬
‫یکبارګي سوم د څلویښتو‬
‫زما المیه ده له تۍ بېله‬
‫د ځوان وجود احساس مي زوړ دی‬

‫د زړه پر غولي مي اشنایه‬


‫راشنه ځنګلونه د ظلمت سو‬
‫ژوند نیمه شپه ‪ ،‬الري ړندې سوې‬
‫د نامیدۍ په تور ځنګل کي‬

‫د ال ر رڼا په تکل ستړی‬


‫په وچو شونډو وچو سترګو‬
‫زه سر تر نوکه ژړاند سوال سوم‬
‫‪ ٫٫‬ته خو مو وینې لویه خدایه‬
‫چي ژوند اغزني تیارې وکړې‬
‫اوس ړندې سترګي لکه شپه یم‬
‫په زړه زخمي لکه نسیم یم‬
‫زه بې لتا والړ سمه چاته ؟‬
‫څوک بې لتا پر کومه تالی سي !‬
‫په الس د میني مشعل راکړه‬
‫چي ورکه الر د ژوند پیدا کړم‬
‫دا تور ظلمت د زړه رڼا کړم ‪٬٬‬‬

‫دغه فریاد مي شب و روز وو‬


‫راباندي تېر سو درې کلونه‬
‫د هغه درو کلو غمونه‬
‫د ژوندون ونه ته اره سو‬
‫بې برګ و بار چوپ د دښتو سوم‬
‫قطره قطره د ژوند لمرونه‬
‫سوخته بڅري پر ما اوري‬
‫‪99‬‬

‫یا کامل ذات دی نه بدلیږي‬


‫یا بیا ثبات سته تغیر ته‬
‫چي پختګي مي طلب راوړه‬
‫د رب منشا هم سوه بدله‬
‫یو مسیحا خوب مي نصیب سو‬
‫را باندي زیری دغه وسو‬
‫‪ ٫٫‬چي د وجود نیمه حصه دي‬
‫یعني ورک یار ‪ ،‬مریم صفت دي‬
‫ځه لټوه په ‪ ٫٫‬راول ښار کي ‪٬٬‬‬
‫له دې اسراره چي راویښ سوم‬
‫ډېر مي په خوب کي وو ژړلي‬
‫له نوي سره ژوندی هسک سوم‬
‫د ژوند بنیاد محکم لرمه‬
‫چي ابدي دي زما خوبونه‬

‫له هغې ورځي تر دې وخته‬


‫چي ژمي تېغ د یخ بیرون کړی‬
‫په الس فرصت د رخصت راسي‬
‫ځغلم دي تا د ښار صلیب ته‬
‫مسلک د میني ‪ ،‬ویني غواړي‬

‫ووه د تالش ناکام کلو زه‬


‫یمه قطره قطره وژلی‬
‫په بې حسابه ګڼ کوڅوکي‬
‫د انسانانو په ځنګلو کي‬
‫ستا نابلده څېره غواړم‬

‫زه مسیحا خو نه یم ګراني‬


‫خو ستا د ښار دا روایت دی‬
‫چي په کوڅه کوڅه مصلوب یم‬
‫د تعقل په دې صدۍ کي‬
‫کله مني څوک دا خبري‬
‫خو د دنیا ښایست په موږ دی‬
‫‪100‬‬

‫چي آراسته په لوړ ارواح یو‬

‫ستا د لټون په تسلسل کي‬


‫د ژړو پاڼو په شېون کي‬
‫د سرو صلیبو په موسم کي‬
‫یوه معجزه بادار صادر کړه‬
‫هېره د روح له زړه په رفت سوه‬
‫تېر دوه جنمه را په یاد سو‬
‫چي هم هدف یې ستا الفت وو‬
‫حقیقتونه د ژوند ډېر دي‬
‫خو په اخیره تجزیه کي‬
‫له وضاحته اجتناب کړه‬
‫ځان له اظهاره لیري ژغوري‬
‫بیا چي لیکوني زما په شانتي‬
‫نوی شاعر وي کم سواده‬
‫د ناکامۍ امکان یې زیات سي‬
‫خو ګرېزان حقیقت بېرته‬
‫لکه ښایست په خپل فطرت کي‬
‫په پټېدو کي ښکارندوی وي‬

‫اوس چي اظهار زما ضرورت دی‬


‫د ګرېزان اسرار فطرت دی‬
‫ستۍ تر وجوده ابالغ غواړو‬
‫ستړی احساس که مي قبول کړی‬
‫زما د بیان پر نیمګرتیاو‬
‫لیري وختو ‪،‬او نژدې خلګو‬
‫زه پېشګي معذرت غواړم‬
‫او ورسره دا استدعا کړم‬
‫که پوره ستۍ په معیار نه سوم‬
‫په استرداد کي مي تامل کړی‬
‫شاعر شاهد د آینده یم‬

‫په انکشاف یې منور یم‬


‫ماته عیان چي وجدان راز کړی‬
‫‪101‬‬

‫تاته اظهار په دې سوب کړم‬


‫چي دا اسرار ستا هم را ګډ دی‬
‫چي مي د تېرو ژواکو مله یې‬
‫کیدای سي ستا دا هر څه هېر وي‬
‫ورکه دي هېره له زړه غواړم‬

‫د روح کالم د روح له زړه دي‬


‫زما په وینه تحلیل ګرځي‬
‫د اول ژوند د صلیب حال دی‬
‫که اوریدو تې راسې ګراني‬
‫د نامعلومو مځکو زاڼي‬

‫پر یوه ساحل سره اباد وو‬


‫او یو د بل په مینه ښاد وو‬
‫له کوشنیوالي تر لویښته‬
‫ته د فطرت د زړه رڼا وې‬
‫ته د قدرت استعاره وې‬
‫په غالمي دي نازېدمه‬
‫د ورځو شپو ټول ساعتونه‬
‫موږ پر ساحل به تېروله‬
‫چي لمر سپوږمۍ وو زموږ همزولي‬
‫په پلوشو بې مزین وو‬
‫ارت جهان راته کتاب وو‬
‫موږ پکي درس د الفت زده کړی‬
‫په فلسفه د عشق آګاه وو‬
‫زوړ سمندر چي مي استاد وو‬
‫تر شنو اوبو ژور الفت وو‬
‫تر څپو زیات د میني زوږ وو‬
‫د لوی فطرت سره وحدت وو‬
‫کشادګي وه ال محدوده‬
‫د زړو ذرې تر لمرو لوی وې‬
‫چي د یو بل په دید ژوندي وو‬
‫‪102‬‬

‫مدام به جوختي زموږ سایې وې‬


‫زه خوش نصیبه یو ځلمی وم‬
‫ستا د الفت په نور روښان وم‬
‫ستا د بدن په رڼا ورځ وم‬
‫ستا له سایو مي عنبر شپې وې‬
‫پستې جذبې د تورو سترګو‬
‫د تور ګالب په څېر خندان وې‬
‫ما پرستش مدام دي تا کړی‬
‫ته لیونۍ زما د ذات وې‬
‫څومره خوشحاله د ژوند شپې وې !‬

‫د شنه فلک الکن عادت دی‬


‫د چا ښادي لیدلی نه سي‬
‫د غمه ډکه توده ورځ وه‬
‫د سمندر څپې وې هسکي‬
‫د لمبېدو خیال دي په زړه سو‬
‫زما د ویلو په ضد والړې‬
‫زما پر زړه اندېښنه شنه سوه‬
‫شاید وجدان ته مي احساس وو‬
‫چي موږ او ژوند پر بېلتانه یو‬
‫چي د قسمت کړدې پره کیږي‬
‫د جل پري په شان الهو سوې‬
‫اور په اوبو وو لګېدلې‬
‫که الپسرا ته لمبېدلی‬
‫د وخت او زما زړونه زهیر وو‬
‫موږ له ساحله ننداره کړه‬
‫د روح شعور مي ال تر اوسه‬
‫ژړاند منظر لري په ځان کي‬

‫دا له ازله پوخ قانون دی‬


‫په هر طرب کي غم ساکن دی‬
‫د المیې عمل آغاز سو‬
‫لوړي څپې تر قسمت راغلې‬
‫له کنارو یې منځ ته یوړې‬
‫له واکې واچولې ګراني‬
‫‪103‬‬

‫لکه خاشه سوې بې طاقته‬


‫تر حلق مي ووته یوه چغه‬
‫چا چي زړګی د فلک چاک کړی‬
‫د لېوني په څېر در ګډ سوم‬
‫ولي چي جنګ د فطرت ګران دی‬
‫کله وتاته چي نژدې سوم‬
‫شل مي بدن وو ډېر سوم ستړی‬
‫ته هم بې دمه په غوټو وې‬
‫رېښمین ویښتان دي په الس راغلو‬
‫ما په غوځي کي کړې را غونډه‬

‫د مرګ زعفران دي پر مخ خور وو‬


‫الکن په سترګو کي دي ژوند وو‬
‫زما پر څېرې سوې لږ قراري‬
‫بیا په خندا سره سوې پټي‬
‫د هغو سترګو حسرت خدایه‬
‫د روح اغزي دي په هر ژوند کي‬
‫ما هم کوشش د ژوندون ترک کړی‬
‫لبان مي ستا پر جبین کښېښود‬
‫خندان روان د مرګ پر لور سو‬
‫ښخ د اوبو په خنک ګور سو‬
‫په ژوند کي دوه وو مرګي یو کړو‬
‫مرګ چي تر ورڅو زیات روښان دی‬
‫مرګ چي عظیم دی پس له خدایه‬

‫زه په انجام د لومړۍ میني‬


‫لکه شونو تر اوسه ژاړم‬
‫او د دویم ژوندون غمونه‬
‫د ژوند په زړه کي مات نالن دي‬
‫اوس د دریم ژوندون په دښت کي‬
‫لکه ریدی په صلیب ځانګم‬
‫سر په ځنګون همېش دعا کړم‬
‫‪ ٫٫‬بېرته روحان مو خدایه یو کړه‬
‫چي ستا د زړه په څېر هوسا سو ‪٬٬‬‬

‫درې لوی غمونه زه یوازي‬


‫ګراني پر کوم هېواد مېشته یې !‬
‫‪104‬‬

‫چي ړنګ په خپلو پښو کي نسم‬


‫ګل څانګي لیڅي حصار راوړه‬

‫د روح جوهر ته فنا نسته‬


‫نااسوده چي کوم ارواح وي‬
‫را ستنېده یې خامخا وي‬
‫تکل د میني بیا آغاز کړي‬

‫سي د صلیب د مځکو زڼی‬


‫په خپلو وینو کي ګلنار سي‬
‫شعور د میني یې شمشاد سي‬
‫چي تسلسل د ژوند روان دی‬
‫کله ناکام کله کامران سي‬
‫لمحه لمحه یې امتحان وي‬
‫څو چي رسیږي تر جانانه‬

‫نا اسوده چي زموږ ارواح وو‬


‫نو مکرر راغله جهان ته‬
‫د دویم ژواک جبر آغاز سو‬
‫د هسکو غورونو په لمن کي‬
‫د مقدس واورو پر مځکو‬
‫میني تکمیل ته ‪ ،‬بیا تخلیق کړو‬

‫سره نژدې وو زموږ کورونه‬


‫بل مي پر زړه د عشق اورونه‬
‫ژوند د رنګین کمان په دود وو‬
‫وو به کنار کنار غمونه‬
‫لیلی هغه جانان وې‬
‫هغه ْ‬
‫د ورک ژوندون ورکه رڼا وې‬
‫مریم صفته ستا څېره وه‬
‫چي مزین په تقدس وه‬
‫ستا د وجود پر عظمتونو‬
‫‪105‬‬

‫ستا د څېرې احساس شاید وو‬


‫د کاینات واړه رنګونه‬
‫ستا په وجود کي سره یو وو‬
‫نشه نشه ژوند او شباب وو‬
‫که په رګو کی مي شراب وو‬
‫زما د رباب خوږې نغمې وې‬
‫ستا په آهنګ کي ګل وږمې ږې‬

‫د ژوندانه خندان عدن وو‬


‫آباد د میني ښه چمن وو‬
‫د عشق پر الرو کښته پورته‬
‫موږ یو د بل په سفر بوخت وو‬
‫تر هسکو غرو مو قامت لوړ وو‬
‫زموږ وسعتونه بېکران وو‬

‫د کاینات تر حجم زیات وو‬


‫زما په تندي کي لمر د بخت وو‬
‫سپینه سپوږمۍ ستا په ګریوان وه‬
‫له هر غمه په امان وو‬
‫د خدای سایه پر موږ خېمه وه‬

‫پر لر و بر مي ژمی سخت وو‬


‫تر ځنګنو به واوري وسوې‬
‫د مالقات موقعې به کخت سوې‬
‫خو دا مشکل څه مشکل نه وو‬
‫چي یو دبل په دید ژوندي وي‬
‫د هغو الري څوک تړای سي؟‬
‫جذبې پر لوی فطرت غالب وې‬

‫دا د پرون خبره ښکاري‬


‫د سرو چادرو په سپین کور کي‬
‫په سکڼي زړه کي ‪ ،‬ستا د خوني‬
‫پېوسته لب به سره ناست وو‬
‫‪106‬‬

‫د آتش دان بلو لمبو ته‬


‫او یو د بل په څېرو باندي‬
‫موږ به د اور لوبي څارلې‬
‫په اشارت کي د چشمانو‬
‫او د سکوت په فصاحت کي‬
‫کامل اظهار د زړو د حال وو‬
‫زما له ازله بهونرا سترګي‬
‫ستا پر څېره به کړیدلې‬

‫او چي موسم به د سخن سو‬


‫او ته به سر په وینا راغلې‬
‫په ټول وجود مي اوریدلې‬
‫څومري حکمت پکي پنهان وو‬
‫د صحیفو شان بې درلودی‬
‫ستا د ماللي خولې خندا وي‬
‫سپیني روپۍ وخت شرنګولې‬
‫آه هغه ورځي چېري والړې !‬
‫زما د رباب په زېر وبم کي‬
‫ستا د ځوانۍ نشېب و فراز وو‬
‫ستا د نغمو سوزان اعجاز وو‬
‫چي مړې ډیوې یې بلولې‬

‫په داغه حال ‪ ،‬په داغه کیف کي‬


‫ګوره چي څو کلونه تېر سو‬
‫موږ حقیقت ‪ ،‬جهان معدوم وو‬
‫ژوند تر ماشومو ال معصوم وو‬

‫ژوند ارتقا په تضاد کاندي‬


‫له یک رنګۍ څه ډډه کاندي‬
‫په لرو بر کي بدلون ساتي‬
‫د لوی فطرت فېصلې واړه‬
‫ټول عوالم په محیط ساتي‬
‫ځکه ثبات نسته یوچاته‬

‫تضاد د لوی فطرت کمال دی‬


‫شپه له شفقه څه تخلیق کړي‬
‫ورځ له تیارې څخه رڼا کړي‬
‫‪107‬‬

‫د درد له دله طرب باسي‬


‫غم له الفته کشید کښېږدي‬
‫او الفت ژړه بڼه پریږدي‬

‫ظالم فطرت خندنی هسک سو‬


‫د تبدل اصول اطالق سو‬
‫ځان یې ترتیب کړی زموږ تخریب ته‬
‫د سترګو خلی یې الفت سو‬
‫زموږ مسرت یې د زړه غم سو‬
‫ال موږ ماړه په یو بل نه وو‬
‫ال تشنګي هنوز لمبه وو‬
‫ال د وحدت منزل وو لیري‬
‫چي فطرت زموږ تخریب ته پام کړی‬
‫د غم سیلۍ یې مسلط کړه‬
‫د وصل ګل یې دریده کړی‬
‫فقط تېره اغزي سو پاته‬
‫پاره پاره د ژوند لمن سوه‬

‫چاک د زمان پردې که ګراني‬


‫تر خپل ستومانه پوري راسه‬
‫په ویر لړلې کیسه واوره‬
‫نړاند دیوال پر زړګي پروت یم‬
‫نری ‪ ،‬نری ځګیروی لرمه‬
‫په لندو سترګو وچو شونډو‬
‫دستړي درد اظهار کومه‬

‫ستړی تمهید به پر ځای پرېږدم‬


‫تیاره اغزن لري ځنګلونه‬
‫د سخن لیڅي پښې فګار کړي‬
‫زموږ المیه به راست بیان کړم‬
‫د کیتارسس سوغات که را وړي !‬

‫د ساړه ژمي توده ورځ وه‬


‫نرۍ نرۍ وریځ خوره وه‬
‫موږ له انجامه ناخبره‬
‫‪108‬‬

‫د هسکو غرونو و لمن ته‬


‫چي لوړ چنار یې زموږ همراز وو‬

‫د سېل پر الر وو الس تر غاړه‬


‫د بې خودۍ تر اثر الندي‬
‫موږ ته احساس د وختونه وو‬
‫له کورو لیري وو راغلي‬
‫د ژوند ملګری لمر زوال سو‬
‫زموږ په انجام شاید خبر وو‬
‫چي زغرده پرېوتی ژړانده‬
‫حبش څېره سوه شپه را پورته‬
‫کفن د واوري فلک خور کړی‬
‫د مرګ سکوت تسلط وکړی‬
‫موږ هڅه وکړه د کور خوا ته‬
‫خو دفطرت احساس واورین وو‬
‫زموږ و تخریب تې عزم ټینګ وو‬
‫زموږ په ژوندون یې لوبه پېل کړه‬
‫په اوریدو سوه واوره تېزه‬
‫ښکاره اثار د الري ورک سو‬
‫ستا د څېرې په یخ کتاب کي‬
‫اوښکو د ځان ‪ ،‬حسرت تحریر کړی‬
‫زه مبارز دېوتا د میني‬
‫ظالم فطرت ‪ ،‬په ځان کي مات کړم‬
‫له یخه شنه لبان سو پاته‬
‫اوښکي مي عین په سترګو مېخ سوې‬
‫په ساړه تېغ د باد یې غوڅ کړو‬
‫چي یقیني زموږ تخریب سو‬
‫چي مي په پښو کي سفر یخ سو‬

‫ته مي د لیڅو په حصار کړې‬


‫پر مقدس واورین وجود دي‬
‫زه د اسمان په څېر نسکور سوم‬

‫دا ازمیښت مرګي اسان کړی‬


‫خپل جبلت چي یې عیان کړی‬
‫څومري مي زړه سو خپل مرګي ته !‬
‫مرګ څو ښایست لري په ځان کي !‬
‫‪109‬‬

‫ګریه مي ورکه سوه له دله‬


‫رفته رفته مي بدن سوړ سو‬
‫د مرګ په نور مي زړګی موړ سو‬

‫تر مقدسو واورو الندي‬


‫رڼا ‪ ،‬حسرت ‪ ،‬اوښکي او مینه‬
‫حنوط پراته ډېر زموږ الشونه‬
‫د کم طاقتو دا انجام وي‬
‫فطرت به کله زموږ مریي سي ؟‬

‫که زه و ته کله یو ځای سو‬


‫بېرته به ځو زاړه مسکن ته‬
‫چېري چي زموږ واورین مدفن دی‬
‫شاید چي ذکر مي ژوندی وي‬
‫د اولسي ادب په زړه کي‬
‫د ناتمامي ویرجن میني‬
‫چي تسلسل لري په وخت کي‬
‫زیارت د خپل مدفن به وکړو‬
‫راسره یو به یوه کتبه سو‬
‫پر نوشته به حسرت‪ ،‬ویر کړو‬
‫بلي ډیوې به اوښکي وروړو‬
‫د میني لمر بې تر پښو کښېږدو‬

‫پاته یو څو خبري کاندم‬


‫چي نور واضح د عشق اسرار سي‬
‫زموږ د مجبور الفت په وجه‬
‫اوښکي دي تا د تورو سترګو‬
‫کشکي وختونه تر ما راوړي‬
‫چي سوختګي مي په رفع سي‬
‫چي تشنګي مي سي په ماته‬

‫څه د روان ژوندون خبري‬


‫ما په آغاز کي وې تړلي‬
‫ال څه کیسه د عشق باقي ده‬
‫‪110‬‬

‫که یې د زړه په غوږو واورې‬

‫د دریم ژوند په مراحلو کي‬


‫لکه تاریخ په لڅو پښو کي‬
‫زه مات اغزي درپسي وړمه‬
‫د وینو سره څاڅکی کرمه‬

‫د صلیبي دایرې حصار دی‬


‫جوړ د آزارو که بازار دی‬
‫ال سفر کاندم تاته ګراني‬
‫ال ریشتنی یم په الفت کي‬
‫په مقابل د وخت والړ یم‬
‫ال شکسته نه یم په زړه کي‬
‫ال د دېوتا غرور لرمه‬
‫ال د تسخیر عزم لرمه‬

‫ال لږ څه وخت نور درڅه غواړم‬


‫چي درته پره کیسه د غم کړم‬
‫ته ګورو چیري یې اشنایه !‬
‫خو زه دي روح ته مخاطب یم‬
‫زما یقین دی چي یې اورې‬
‫که ږغ مي نه رسي اوس تاته‬
‫نو وخت کتاب به ترتا دروړي‬
‫یاد مي ساته بیا په غیاب کي‬
‫که چیري بیا سره یو نه سو‬
‫نو زما الري څاره ګراني‬

‫ستا د تالش تصمیم لرمه‬


‫د خدای رضا ته غاړه نه ږدي‬
‫چي مبارز دي زما خوبونه‬

‫پاته روداد په دا صورت دی‬


‫ستا د تکل په دریم کال کي‬
‫د ماښام وخت وو ستا په ښار کي‬
‫‪111‬‬

‫نری باران د زمستان وو‬


‫زړه د الفت د ښار ناښاد وو‬
‫ستا په تکل له ځانه بېل وم‬
‫د بې حسۍ واوره خوره وه‬

‫د امید لمر وو پر ېوتلی‬


‫د ژوند بازار او زړه تیاره وو‬
‫په داسي حال کي خبر نه یم‬
‫ته د وختو له کومو مځکو‬
‫ته د ښایست له کوم جهانه‬
‫سوې پر زمان مکان نازله‬
‫له ښه نژدې مي ولیدلې‬
‫هغه مریم صورت نجلۍ وې‬
‫ژوند دي تجدید وو نوی کړی‬
‫د ښکلي مخ پر صحیفه دي‬
‫د عشق آیات ‪ ،‬په نور رقم وو‬
‫له سپېرو خاورو تر فلکه‬
‫ته د زمان مکان جوهر وې‬
‫په تېر وختونو ښایسته وې‬
‫تېر تهذیبونه دي لباس وو‬
‫نری نری اور د الفت دي‬
‫په تورو سترګو کي لمبه سو‬

‫ستا د څېرې چي کوم تاثر وو‬


‫زه د هغه پر بنیاد وایم‬
‫چي ستا د روح هېره په رفت سوه‬
‫او زه د اوس اجنبي څوک دي‬
‫لکه پخوا داسي دي خپل کړم‬

‫ټول ګردشونه معطل سو‬


‫د یوه ساعت د پاره ګراني‬
‫ساه د فطرت ودرېدله‬
‫خپل مي زمان خپل مي مکان سو‬
‫ته یې څراغ د زړه د طاق سوې‬
‫بېګانګي مي زړګي توۍ کړه‬
‫د کاینات ټول عناصر مي‬
‫ستا د نظر په اعجاز ګراني‬
‫‪112‬‬

‫په توده وینه کي تحلیل سو‬


‫په زړه شتمن لکه یزدان سو‬

‫هغه لمحه د خدای له زړه وه‬


‫تجرید د میني صورت را وړی‬
‫په دې ساعت کي څو اثر وو !‬
‫له مړې ذرې څه کاینات سوم‬

‫د بې خودۍ هسکي څپې وې‬


‫زې لکه خلی داسي یوړم‬
‫د درېدو خواهش په زړه کي‬
‫پر تیاره وله یې بې پتي کړم‬

‫موږ تر سټېشنه پوري والړو‬


‫دوست مي جدا د کور پر لور سو‬
‫زه د هوټل په خوا ‪ ،‬راستون سوم‬
‫ال وې دالته په صدر کي‬
‫تر ځنګنو دي کوټ اغوستی‬
‫چي رنګ یې ګراني لږ څه تور وو‬
‫نژدې والړه وې موټر ته‬
‫په سر‪ ،‬سرتوره لکه شپه وې‬
‫او د جامو رنګ دي پیازي وو‬
‫دي تا په پښو کي جوګر ګوټ وو‬
‫لوړه کړبه هسکه غاړه‬
‫تر صلیبو دي قامت هسک وو‬
‫ستا توجه وه زما و خواته‬
‫د پاکو وینو ټولي میني‬
‫له لیري لیري دي تا سترګو‬
‫زما د وجود پر مځکه توی کړې‬
‫او زه په ټول وجود وتاته‬
‫د برهمن په دود تسلیم سوم‬
‫‪113‬‬

‫ستا د والړي پر ځای ګراني‬


‫تر رڼا زیاته تاریکه وه‬
‫خو ستا وجود رڼا رڼا وو‬
‫د نور یوه درخته په خیال راغلې‬
‫محیط پر ټوله کاینات وې‬

‫تر وخت ژوري ستا ریښې وې‬


‫شپه دي اواره وه په پښو کي‬
‫ستا په جبین یې زړه ځالند وو‬
‫د بې خودۍ هغه څپې وې‬
‫قرار قرار یې لتا یووړم‬

‫زه پس له دې والړم هوټل ته‬


‫د ژوندون مړی ومه ګراني‬
‫په ګور بستر کي پرېوتمه‬
‫په نیمه شپه چي را ژوندی سوم‬
‫نو د صلیب دایره محیط وه‬
‫اوبند پر بند مي سترګي شنې سوې‬
‫د خوناب اوښکو سلسلې سوې‬
‫پر زړه مي دا ژړاند احساس وو‬
‫‪ ٫٫‬د بې خودۍ تر اثر الندي‬
‫دي تا تالش چي زما ژوندون وو‬

‫تر نامعلومومه وختو اوږد سو‬


‫موږ بېګانه خو سره نه وو‬
‫چي له ازله یو د بل وو‬
‫باید تر الس مي وای نیولې‪٬٬‬‬
‫عین تر سهاره مي ګریه وه‬
‫سوې د فطرت هم سترګي نمي‬
‫درد د خزان د ژړو پاڼو‬
‫زما د زهیر زړګي لباس سو‬
‫د سره صلیب موسم تازه سو‬
‫د دار الوان د ژوند لباس سو‬
‫‪114‬‬

‫هر امکاني کوشش مي وکړی‬


‫بیا مشرف دي په دید نه سوم‬
‫که درسته میاشته مي کړه تېره‬
‫په زړه زده ستا له فرقته‬
‫لکه چنار هسي ګریان وم‬
‫چي خوناب اوښکي تمامي سوې‬
‫سترګو سراب د دښتو خپل کړی‬
‫هسي ویجاړي جزیرې سوې‬
‫چي په ښرو یې زړه سپېره وي‬
‫ځیني امید د ګلو نه وي‬
‫ربط له شعوره کډي وکړې‬
‫پر حوصلو واوره خوره سوه‬
‫ستا د تالش عزم رژاند سو‬
‫الري د ژوند ودلي زلفي‬
‫که اړ سپڼسي د یوه سپرخي سو‬
‫چي معطل مي شعور نه سي‬
‫شاعر له دې وامه په ځان کي‬
‫خپل غرني مسکن ته راغلم‬

‫‪ ٫٫‬بس دومره ګټه میني وکړه‬


‫ﺉچي ستا څېره د زړه کعبه سوه‬
‫ستړي تالش هدف پیدا کړی‬
‫زما د څېرو په ګڼ بازار کي‬
‫ذره ذره چي منتشر وو‬
‫هغه نظر ارتکاز راوړی‬

‫یو خو مي ته په نصیب نه سوې‬


‫او بل دي ظلم داغه وکړی‬
‫د ژوند معروض دي زما تجرید کړی‬
‫په حواله دي تا ژوندی یم‬
‫ګڼه رشتې مي غوڅ پرتې دي‬
‫نه زه د چا نه څوک زما دي‬

‫الس یې پر ځای سي کاڼي پاته‬


‫اوس د زړه ور څوک ټکوای سي ؟‬
‫د زړه حرم ته څوک راتلی سي ؟‬
‫په دروازو کي تا ویشتلي‬
‫‪115‬‬

‫ستني د سره لکه مېخونه‬


‫څومري په مینه ستا تنها یم‬
‫بس شین یو بوټی د صحرا یم‬
‫کنار کنار له نور خوبانو‬
‫لکه فطرت د ژوند آزاد یم‬

‫د حسن زر مي د پښو رېګ دی‬


‫زلفي پر الرو فرش لرمه‬
‫خو بې پروا ورباندي تېر سم‬

‫بل هر سفر مي کوتاه کښېښود‬


‫فقط وتاته په سفر یم‬
‫پرېکه له خلګو ژوند ګڼمه‬
‫د فاصلو ښایست ساتمه‬
‫ومهوشانو ته یو راز یم‬
‫و هر تپوس تې په سکوت یم‬
‫هیڅ توجه مي ګټی نه سي‬
‫چي هیڅ زړګی مي ورته نه سي‬
‫ستا د فراق محشر ترې ښه دی‬

‫ستا انتظار ستا انتظار کړم‬


‫زما پښتني مغرور جبین به‬
‫ته کله ښخ ستا په درشل کړې‬
‫که مي په برخه دا عزت سو‬
‫تر امکاناتو به ارت سم‬
‫تر وخت به زما ریښې اوږدې سی‬
‫د چنار بر قامت به راوړم‬
‫چي بې امانه یو شاعر یم‬
‫سم آسوده به په خپل سیوري‬

‫له هغه وخته تر دې وخته‬


‫چي مشرف په دید دي تا سوم‬
‫اوس پنځه نور کلونه تېر سو‬
‫‪116‬‬

‫ستا د تالش په دایرو کي‬


‫اوس هم د دود په څېر کړیږم‬
‫په اولین فرصت کي ګراني‬
‫د میني ښار ته ستا سفر کړم‬
‫زموږ د الفت ښکلي حرم ته‬
‫اوښکي ډېوې پر بڼو دروړم‬
‫داغه مي طمع وي اشنایه‬
‫د الفت خدای شاید راضي سي‬
‫فرقت بدل زموږ په وصلت کړي‬
‫د نامیندۍ په دې تورتم کي‬
‫په زړه مي هیڅ دعا هم نه وه‬
‫او هیڅ شکوه مي نه درلوده‬
‫د بې حسۍ تور سمندر وو‬
‫چي پر وجود باندي مي خور وو‬
‫په داغه حال په داغه کیف کي‬
‫ګوره چي څومري زمان تېر سو‬
‫چي انتها د درد واقع سو‬
‫او چي زمان د بدلون راغلی‬
‫توري تیارې له خپل شدته‬
‫لویه لمبه سوې سباون سو‬

‫دغه الهام ‪ ،‬وجدان پیدا کړی‬


‫دغه الهام د زړه قرار سو‬
‫‪ ٫٫‬مینه په خود د ځان تکمیل ته‬
‫د رزق په څېر به تۍ تالش کړي‬
‫د ځان تکل یې جبلت وي‬
‫تۍ له خزانه زدکړه وکړی‬
‫د انتظار هنر ایزده کړی‬
‫الفت د خدای له زړه څه زیږي‬
‫په رسا فکر آراسته وي‬
‫شعور د ویني یې رهبر وي‬
‫مناسب وخت به انتخاب کړي‬
‫د نېست له زړه به وصلت راوړي‬
‫دا تسله مي وجدان راکړي‬
‫‪117‬‬

‫یقین مي لمر و سپوږمۍ خاندي‬

‫ستا په وصال به تغیر راوړي‬


‫نن انتظار د ژوند عنوان دی‬
‫څیري ګریوان حوصلې ساتم‬
‫ژوند پر صلیب که آویزان دی‬

‫زه که هر څو خسته احساس یم‬


‫ال دالفت غرور قاهم دی‬
‫ال امید زما د ویني لمر دی‬
‫د فطرت ماته یقیني ده‬

‫چي ابدي دي زموږ خوبونه‬


‫مبارز کاندي تعبیر ته‬

‫وي به عزت د وصال کله ؟‬


‫ستړی تالش به اوس سرخرو سي ؟‬
‫که به بیا نوري دایرې زیږي ؟‬
‫زه او زړګی په ناخبر یو‬
‫چي په سبا کي به څه کیږي‬
‫په دې خبر فقط بادار دی‬
‫خو یوه خبره یقیني ده‬
‫د ژوند په شرط به تر ابده‬
‫ستا مقدس تالش ساتمه‬
‫ستا مقدس تالش ساتمه‬
‫ستا مقدس تالش ساتمه‬
‫‪118‬‬

‫یقیني ناکا مه مینه‬


‫دا ګمان دا اندېښنه لرم په زړه کي‬
‫دروښان السو په نوم چي کوم کتاب دی‬
‫په هغه کي زما په باب چي کوم روداد دی‬
‫ته په لوست د هغو تورو کنفیوز ګرځې‬

‫چي هر وخت یو موږ د خلګو په ګرداب کي‬


‫هیڅ موقع د سوال ځواب نلرو ځان ته‬
‫امکان سته چي دا موقع به زغرده راسي‬
‫ستا پوښتنو ته ځواب لرم په الس کي‬
‫د تېر ژواک په باب خبره خو به وسي‬
‫لږد اوس د ژوند په حال دي خبرومه‬
‫ډېر احتیاج د یوه همراز ‪ ،‬د زړه لرمه‬
‫د خپل درد په موسمو دي ګډومه‬

‫کم عمري که ستا خطره ده اعتماد ته‬


‫خو په بېرته ستا پر ذات اعتماد کړمه‬
‫په ظاهره که تر منځ مو رشته نسته‬
‫خو بې نومه یو احساس تر منځ قایم دی‬
‫په دې وجه اعتبار درباندي کړمه‬
‫زه د وخت څپو را وړی یم ډېر لیري‬
‫زما میني او دوستۍ سوې تر شا پاته‬
‫د وختو تر جبر الندي سره ورک یو‬

‫زه و زړه په مات زړګي سره ژوند کاندو‬


‫په تېر وخت کی لکه لمر وم غوړېدلی‬
‫په نظر کي د څه خلګو یو دېوتا وم‬

‫اوس پخپلو پښوپروت شکسته خوب یم‬


‫ټول لمرونه زما د زړه د افق مړه دي‬
‫‪119‬‬

‫ځکه خواست همېش له خدایه د مرګ کاندم‬


‫زه شاعر د ژوند په ستړو مرحلو کي‬
‫یم یوازي لکه خدای په آسمانو کي‬

‫د دې نظم ټول مقصد او غایت دا دی‬


‫چي محدوده د کتاب ت کیسې نه سي‬
‫ته اسیره د تېر ژوند د اسرار نه سې‬
‫ځان را ګډ باید زما د ژوند په غم کړې‬
‫زما له زړه باید د مرګ مینه برهم کړې‬
‫زموږ په منځ کي د ‪ ٫٫‬روښان السو ‪ ٬٬‬ورقي‬
‫چیري پورته په صورت د دېوال نه کړې‬

‫خو نظر چي مي راواړي حقیقت ته‬


‫له حسرته پر ځای پاته سم سوړ کاڼی‬
‫د عمرو خلیج اوار وینم په منځ کي‬
‫د عمرو په فرق به تل سره جدا یو‬
‫هیڅ امکان د وصلت نسته زموږ په بخت کي‬
‫لوی تفریق څښتن دی ایښی زموږ په منځ کي‬
‫موسمونه زما د زړه د واورو ګراني‬
‫ښه ښکاره دي زما د سره په تور او سپین کی‬

‫زه د ځان په مقابل چي تاته ګورم‬


‫تازه ګل ته د نرګس یې غوړېدلې‬
‫موسمونه ښکاري ستا څه اکتساب که‬
‫لمر طلوع ستا له ګریوانه هر سهار سي‬
‫په زوال کي ژړی پرېوزي ستا په غېږ کي‬
‫ته د لمر او د رڼا استعاره یې‬
‫ته د خلګو تیارو زړو ته پلوشه یې‬
‫ستا په زړه کي ابدي مسرت اوسي‬
‫ستا د سترګو په وینا کي حکمت بريښي‬
‫د شاعر تر خیال سیوا یې په ښکال کی‬
‫سارې ګرځې د سپوږمۍ ته به رڼا کي‬
‫‪120‬‬

‫ښه پوهېږم چي خدای بیا زما و زړه ته‬


‫ستا د زلفو تور دامونه خور دي ایښي‬
‫آه ! د ژوند پر کوم مقام سره یو ځای سو !‬
‫چي احساس د سپین وېښته مي هر طرب ته‬
‫سپین کفن د واوري راوړي قاتل کښېني‬
‫دغه سړی حقیقت مي دی منلی‬
‫چي ملګرې یې د بل کو خوش نصیبه‬
‫ستا د میني او ښایست بهار د بل دی‬
‫زما و ستا د منزلو اشتراک نسته‬
‫زما و ستا د ژوندون الري بېلي بېلي‬

‫تقاضې د حقیقت پر ځان منمه‬


‫ستا د ميني له ښکال زړه صبرومه‬
‫( څو مشکله ناممکنه کار کومه )‬
‫زه د تېرو وختو ستړی تنها روح یم‬
‫ته د لمر سره سفر کړې مستقبل ته‬
‫بس د لږ ساعت د پاره دلته یو ‪ ،‬یو‬
‫د دې لږ ساعت د پاره پرما ګراني‬
‫لکه درخته د بادام که وغوړېږې‬
‫زه د ژوند تر لمرو الندي بې امان یم‬
‫ستا د ذات عنبر سایې که پرما کښېږدې‬

‫چي امکان د اوږد فراق کله پیدا سي‬


‫ستا د ذات څه پلوشې په نخښه راکه‬
‫زه شاعر به یو افتاب ځیني تخلیق کړم‬
‫د فراق په ړندو ورځو ‪ ،‬ژړاند شپو کي‬
‫دغه لمر به په السو کي څراغ وړمه‬
‫ستا د پښو مبهم آثار به لټومه‬
‫خو د مرګ ابدیت چي راز ګټمه‬

‫‪۲۷-۳-۹۷‬‬
‫‪121‬‬

‫‪Polarisation‬‬ ‫پولرایز ېشن‬


‫هغه څوک چي په ظاهره مي هیڅ نه ده‬
‫هغه څوک په څه رشتو د پاکي ویني‬
‫لکه ژوند راسره جوخته په ساه ګرځي‬
‫که تجرید د شاعرۍ ځني منهاکړې‬
‫ریشتنی به دا احساس سي باقي پاته‬
‫په ظاهره زموږ تر منځ که رشته نسته‬
‫په معنا کي ډېر کرلي یو په بل یو‬
‫‪ ٫٫‬هم مي مور ده ‪ ،‬هم مي خور ده ‪ ،‬هم مي لور ده ‪٬٬‬‬
‫هم یې زوی یم ‪ ،‬هم یې ورور یم ‪ ،‬هم یې پالر یم‬

‫څو اسرار د عشق له ذاته زیږي رازه !‬


‫څو کثرت د رشتو راوړي په معنا کي !‬
‫په دې لړ کي ستا یو شعر داسي را یاد سي‬
‫یو دبل رګونه ځان ته ریښې کښېږدي‬
‫څه وګړي وابسته په سل رشتو وي‬

‫‪۲۶-۷-۹۷‬‬

‫خود غرضي‬

‫ستا د وصلت ارمان لرونکی‬


‫یو سرګردان ژړاند شاعر یم‬
‫‪122‬‬

‫بس د نامه تر حده ژوند کړم‬

‫د بې حسۍ تر واورو الندي‬


‫بېرته ال څه بڅري سره دي‬
‫ال مایوسۍ وژلی نه یم‬

‫که هیڅ یو ځای مي پیدا نه کړې‬


‫ژوند له ماپه بېلتانه سو‬
‫ستا د تالش و تسلسل ته‬
‫دغه تدبیر لرم په زړه کي‬
‫چي خپلي سترګي پس له مرګه‬
‫به ستا د ښار یوه نابینا ته‬
‫د خدای په نوم ور وبخښه‬
‫( او پټ په شا چي کوم غرض دی‬
‫له لویه خدایه عفوه غواړم )‬

‫د بل په سر کي زما سترګي‬
‫به ستا تالش ته دوام ورکړي‬
‫د امکاناتو لمن پراخه‬
‫چیري نه چیري به دي مومي‬
‫امکان سته بسیار دي دید وي‬
‫زه بدقسمته ومه ګراني‬
‫بس یو نظر مي ولیدلې‬

‫چي زما د سترګو لکبله‬


‫ته مرتسم په ذهن د بل سې‬
‫شاعر به بیا بېرته راغبرګ سم‬
‫پټ بې حلول کړم په کالبوت کي‬
‫ژوند به د ‪ ،‬ده ‪ ،‬وي تېر بې موږ کړو‬

‫دا خود غرضي ده زې منمه‬


‫خو دا د میني مجبوري ده‬
‫‪123‬‬

‫چي روح زما بې لتا ګراني‬


‫لکه څراغ د مزار سوځي‬
‫لکه هوا د ژمي ژاړي‬

‫‪ ۸۲‬ء پښین‬

‫د لمر د پلوشو په نوم‬


‫ستا ښکال ګراني زما د خیال وږمه سوه‬
‫ستا په وجه شاعري مي ښایسته سوه‬

‫منت بار د څراغ نه یم خود روښان یم‬


‫یوه د لمر د ذات نجلۍ زړه ته شغله سوه‬

‫چي همراه د غزال سترګو د وحشت سوم‬


‫خورې مځکي ‪ ،‬خور وختونه یوه نقطه سوه‬

‫له تا وړاندي بې څېرې وم لکه درخته‬


‫چي ته راغلې یوه څېره مي پر تن شنه سوه‬

‫څومري بېله په فطرت او په صورت ده‬


‫فرشته ده که وینس ده محمه سوه‬

‫درخته درخته تر منځ خلګ اغزن شنه دي‬


‫څو درنه یې زموږ پر زړو ‪ ،‬درنه سایه سوه‬

‫په ورو ورو چي کم سخن اشنای خندان سو‬


‫په خپل زړه کي شرمنده څومري غنچه سوه‬
‫‪124‬‬

‫تا د مرګ مینه زما له زړګي توۍ کړه‬


‫ته چي راغلې د ژوند نوې سلسله سوه‬

‫سوړ احساس مي په رګو کي شفق زار سو‬


‫ګورو څوک مي واورین زړه ته پلوشه سوه !‬

‫بې سوبه زه له ګراني سه په وام یم‬


‫په الفت کي یې راپېښه حادثه سوه‬

‫‪۲۲-۴-۹۷‬‬

‫د لمر د پلوشو په نوم‬


‫‪125‬‬

‫ستا په مینه کي اشنایه څو کامل یم !‬


‫دا نسته چي ستا له وصله څه غافل یم‬

‫پس لتا مي سترګو توري حلقې راوړې‬


‫ستا په یاد په شب بیدارو کي شامل یم‬

‫کله ستا او د دښتو په دود هوسا وم‬


‫اوس د ښار په څېر د ستړي ژوند حامل یم‬

‫پر دېوال لیکلی نوم یې ښکلوومه‬


‫لږ د یار او لږ د خاک سره واصل یم‬

‫په معروض د هست و نیست له عمل پرته‬


‫په ازل او په ابد کي هم شامل یم‬

‫ته د لمر له پلوشو یې تخلیق سوې‬


‫زه د تورو شپو ‪ ،‬له تور زړه سه نازل یم‬

‫د دوستۍ په نوم ابطال د میني کاندم‬


‫غارت ګر د پاک احساس یمه باطل یم‬

‫‪۱۲-۱-۹۷‬‬

‫د بنفشې د وږمو په نوم‬

‫احده ذاته !خلګ څنګه دوپاره کړې‬


‫روح یې یوه ته تن یې بل ته حواله کړې‬

‫اندامونه مو لرګي ‪ ،‬تن مي خېمه کړې‬


‫زما وجود و ستړي یار ته آستانه کړې‬

‫د ابد په مقابل مي یوه خوله ساه ده‬


‫په طلب مي ستا ‪ ،‬په زړه ‪ ،‬ستا زمانه کړې‬
‫‪126‬‬

‫زما د زړه پر تورو مځکو د لمر خدایه !‬


‫که راشنه څه بنفشه څه پلوشه کړې‬

‫په تکل دي مات وزری زاڼی ژاړم‬


‫هوسا خدایه !اوس مي مرګ ته حواله کړې‬

‫د تشکیک ستړي ته ولي مي زړه سپارې‬


‫حقیقت د میني ولي افسانه کړې ؟‬

‫په بې وره ‪ ،‬حصار ‪ ،‬ګیر ‪ ،‬دځان یم خدایه‬


‫کوم یو لمر به مي حصار ته دروازه کړې‬

‫‪۷-۲-۹۸‬‬

‫د لمر د پلوشو په نوم‬

‫څه ښایستې زمانې تېري سوې شاعره‬


‫څه ښایستې خولې راڅه بیلي سوې شاعره‬

‫چي په صورت د مور د میني ګرانه راغله‬


‫له زړه مي پورته ګڼي ویري سوې شاعره‬

‫ته په الفت کي بندګي د ْ‬


‫لیلی کاندې‬
‫له خپله خدایه څومري لیري سوې شاعره‬

‫د کمبلۍ د وزر زر د چا دالس سو !‬


‫توري د چا ورپسي مېني سوې شاعره !‬

‫چي په غیاب د یار د نورو سره خاندي‬


‫ستا د وفا خبري هیري سوې شاعره‬

‫د زړه له دښته مي هوسۍ چي پرته والړه‬


‫نو د سراب څپې یې ډېري سوې شاعره‬

‫‪۲۳-۶-۹۸‬‬
‫‪127‬‬

‫مینه څومري فطري راغله‬


‫چي د میني حقیقت رات عیان سو‬
‫ما د میني په باب نوی نظر خپل کړی‬
‫په الفت کي ملکیت ته په انکار سوم‬
‫ما د میني تسلط له ګراني واخیست‬
‫له دې وړاندي جبلت پر زړه غالب وو‬
‫د زړه لوږي به اشنای غوښت په السو کي‬
‫څومري ستړی په دې ستړي عمل ومه‬
‫اوس په ځان کي څو هوسا او سبک سریم !‬

‫چي د فکر زوایې پ تغیر سي‬


‫څو د ژوند مفهوم بدل په معروض راسي‬
‫ما د میني تسلط چي ساقط کښېښود‬
‫څو فطري وابستګي تر منځ پیدا سوه !‬
‫اندیښنې او وسوسې سوې راڅه کډه‬
‫څو مي مینه آسوده په آزادي سوه‬
‫‪ ٫٫‬اې د لوی حکمت باداره ګرانه خدایه‬
‫تا تر منځ د کاینات د عناصرو‬
‫کوم یو ربط چي فطري ایښی له ازله‬
‫اوس د ګراني سره جوخت په هغه ربط یم ‪٬٬‬‬
‫تصنع او تسلط چي مي زړه توی کړه‬
‫څو مي مینه متصف په صداقت سوه !‬

‫باید راست خبره وکړم تمهید اوږد سو‬


‫یوه نجلۍ چي په فطرت وه شنه کوتره‬
‫خبر نه یم چي د کوم اسرار اثر وو‬
‫‪128‬‬

‫ناګهانه مي د زړه پر غولي راغله‬


‫لیري لیري په وحشت به ګرځېدله‬
‫د سایو په څېر به لیري ښورېدله‬
‫خو قرار قرار یې زړه راباندي راغلی‬
‫د احساس په دود د زړه سره باهم سوه‬
‫زما د زړه د سکونت سوب دي څه دی ؟‬
‫په څو ځلي مي پوښتنه ځیني وکړه‬
‫اوږد سکوت یې د ځواب په لړ کي خپل کړی‬
‫خوږ غومبر یې زما د زړه پر غولي سر کړی‬
‫ورپسې به پر غومبر د ځان رقصان سوه‬
‫د زمان مکان په غېږ کي چي هر څه وو‬
‫پر محور به د ځان څرخ په تقلید راغلی‬

‫د الفت آفاقیت راڅخه پټ وو‬


‫په دې وجه خود غرضه دومري ومه‬
‫پر نظر او پر خندا یې پېره دار وم‬
‫حاسد زړه به مي غوښتنه دا کوله‬
‫چي د باد او د ْ‬
‫لیلی تر منځ حایل سم‬
‫او د لمرو پلوشو ته سحاب خور سم‬

‫ما تر عرشه دیوالونه د زړه هسک کړه‬


‫د الفت په نوم بندي مي کړه په ځان کي‬
‫زما د دې عمل په وجه هغه ګرانه‬
‫پر فطرت د شنې کوتري چي پیدا وه‬
‫او سمبل د آزادۍ د ارت ژوند وه‬
‫زما له ډېري خود غرضۍ څه آزار راغله‬

‫د الفت په نوم اخته په اذیت وم‬


‫درست یو کال راباندي تېر په دې ستړیا سو‬
‫ناګهانه د څو میاشتو فراق راغلی‬
‫د فرقت د فاصلو ښایست چي خور سو‬
‫د وصلت ناامیدي چي سکون راوړی‬
‫ما د میني رویه د ځان تحلیل کړه‬
‫تجزیه مي په دې لړ رشتنۍ وکړه‬
‫‪129‬‬

‫د غرض پټۍ مي لیري سوه له سترګو‬

‫آفاقي نظر د میني لوی څښتن راکړی‬


‫ما احساس د ملکیت چي نفي کښېښود‬
‫منطقي یې نتیجه د نجات راوړه‬

‫چي احساس د تسلط او ملِک مي توی سو‬


‫حقیقت د کاینات راپکي خور سو‬
‫زما د زړه په لروبر کي ځالند راغلی‬
‫بې کناره یې په ځان کي لکه وخت کړم‬

‫هسي هم د ملکیت حقیقت نسته‬


‫هر یو شی په خپل زمان مکان کي اوسي‬
‫که ماده که ماورا کوم حقیقت دی‬
‫د تجرید په صورت زموږ سي بېرته غبرګ سي‬
‫تصرف ته ملکیت ویلی نه سو‬
‫تصرف د ګرېزان لمحو په څېر وي‬
‫لکه رېګ له بنده موټه تویېده که‬

‫هسي هم د مرګ دلیل دی بې تردیده‬


‫چي مرګ ست د ملکیت حقیقت نسته‬
‫تر مادې چي ماورا کوم حقیقت دی‬
‫هغه هم له تسلط څخه ځان ژغوري‬
‫که ښکاره په صد هزاره صورتو دی‬
‫حسن څومري قیام کاندي په ګالب کي !‬
‫الفت کله څوک په زرو رانیوای سي ؟‬
‫لیلی څومري ګرېزان وي په وصلت کي !‬ ‫ْ‬
‫مرګ د وخت په دام کي کله څوک نیوای سي‬
‫بادار کله په صورت د انسان خاندي؟‬

‫تسلط چي مي د میني ساقط راغلی‬


‫څو په خپله آزاده لکه نسیم سوم‬
‫څو فطري مي ربط تر منځ استوار راغلی‬
‫دا مرغه سي زما د زړه سروي ته راسي‬
‫‪130‬‬

‫زه ځنګل سم په سایو کي یې خوندي کړم‬


‫دا نسیم سي پر څېره مي بوسه کښېږدي‬

‫زه خوشبو سم په زلفینو کي یې خور سم‬


‫دا باران سي د زړه دښت زما سېراب کړي‬
‫زه آسمان سم پر وجود یې محیط راسم‬
‫دا نغمه سي زما د زړه پر رباب ویر کړي‬
‫زه دریاب سم د څپو ترنم وروړم‬

‫زما پر مینه څو اثر د جبلت وو‬


‫څو غلط وم د الفت په فلسفه کي‬
‫اوس اکثره فکر کاندم پر ځان خاندم‬
‫کور چشمي مي تر لمرونو الندي مله وه‬
‫ډېر ساده حقیقتونه راڅه پټ وو‬
‫‪ ٫‬چي خوشبو خوڅوک په الس کي نیوای نسي‬
‫نور د لمر خو څوک پر مځکو کرای نه سي‬
‫شنې کوتري څوک په زړه کي ساتی نه سي‬
‫مینه هم چي د څښتن د ذات حصه ده‬
‫په خپل ځان کي المحدوده بېکران وي‬
‫په محبس د زړه به څنګه آسوده سي !‪٬٬‬‬

‫موږ دعوې د لوی دانش کوو په ژوند کي‬


‫ټول وګړي ټول قومونه آزاد غواړو‬
‫خو برعکسه عمل کاندو خپل غرض ته‬
‫ګام پر ګام دخپل دانش په تردید راسو‬
‫نور خو پرېږده په الفت کي هم غاصب سو‬

‫تن او روح یې په السو کي ساتل غواړو‬


‫آزادي فقط د ځان حقیقت بولو‬
‫دا نعمت خالص د ځان د پاره غواړو‬

‫زما د زړه په محبس بندي شنې کوتري‬


‫د الفت د تنګ دلۍ وختونه تېر سو‬
‫‪131‬‬

‫اوس چي ما د کاینات وسعت پیدا کړی‬


‫اوس چي زه د وخت په څېر بې کنار راغلم‬
‫دیوالونه مو د زړه نړاند ایږدمه‬
‫تا د ځان په وسعتو آزاد ومه‬
‫اندېښنه هیڅ د فراق دي نه لرمه‬
‫ته په رفت که لما مات کړې کوڅرونه‬
‫هم زما د ذات تر حده وتی نه سې‬
‫ستا د ‪ ٫٫‬پر ‪ ٬٬‬په تناسب وده کوای سم‬
‫وسعتونه د ځان نوي غوړوای سم‬
‫څو چي رسو د ابد تر کنارو موږ‬

‫‪۱۷-۱۲-۹۸‬‬

‫د لمرد پلوشو او د بنفشې د وږمو په نوم‬

‫زما د ژوند پر ټولو ستړو نظر ساتي‬


‫لکه زاڼی خور پر سر مي کوڅر ساتي‬

‫یوه نجلۍ په پټه پټه ضروري سوه‬


‫اوس پر زړه مي ښکاره څومري اثر ساتي‬

‫زما د زړه ورځي وږمني شپې رڼا سوې‬


‫په نظر کي مشعل ساتي عنبر ساتي‬

‫یو عجب متضاد کار کوي عالمه‬


‫زما په زړه کي اور کري او ابر ساتي‬
‫‪132‬‬

‫لکه شب په انتظار د مشعل ذات یم‬


‫په امید او په کایښت مي ابتر ساتي‬

‫په ځېر ځېر کتلی نه سمه بل شوخ ته‬


‫شاه ْ‬
‫لیلی نظر زما پر نظر ساتي‬

‫په ظاهره که رشته د نفرت ساتي‬


‫پټ الفت ځالند آوار پر بشر ساتي‬

‫سیاه چشمه لویه لوړه ګل دهنه‬


‫یوه ساحره زموږ پر زړونو سحر ساتي‬

‫زه یې دید ته له خپل زړه څه ابر هسک یم‬


‫داپه ما کي لوړ قامت د شجر ساتي‬

‫د تاریخ د ُکل ښایست استعاره ده‬


‫د تاریخ په دود په ځان کي عصر ساتي‬

‫ځکه ژوند یې په شفق کي نغښتی ښکاري‬


‫د زنخ په څا کي ګرانه چي لمر ساتي‬

‫‪۲۸-۶-۹۹‬‬
‫‪133‬‬

‫څلوریځي‬
‫لکه د ژمي سپوږمۍ ‪ ،‬زه او امید ‪ ،‬دواړه‬
‫ژړي ګونې ‪ ،‬خازه احساس ‪ ،‬زهیر زهیر یو‬

‫د غم بادونه مي همېش ساتي لړزانده‬


‫د ژوند په ور کي آویزان لکه ځنځیر یو‬

‫دا افتخار مي ژوند ته راکه‬


‫د ژوند ما لکه کله راسه‬

‫بهاندي اوښکي مو له سترګو‬


‫په مقدسو لبو واخله‬

‫کله راسه لوست یې وکړه‬


‫ښه تفسیر د خپل نصیب کړم‬

‫ګوتي تري کړم په اوښکو‬


‫جوړ پر مخ باندي صلیب کړم‬

‫د خدایۍ انانیت دي جال ساتي‬


‫لویه ورځ یو خوا ته کښیږده کله راسه‬
‫‪134‬‬

‫یو ساعت خو د وګړو ژوند اختیار کړه‬


‫یوه ورځ خو خدایي پریږده کله راسه‬

‫دا دمیني انتها که نیمګړتیا ده‬


‫لیلی له خولې اظهار د نفرت غواړم‬
‫د ْ‬

‫ستړي میني آماده کړمه فراق ته‬


‫د وصال پر ځای حصار د نفرت غواړم‬

‫د لوڼي په سپېره دښت کي الله ښکارم‬


‫ستاد یاد ګلګون اوښکوسور لباس کړم‬

‫شپې او ورځي به موخود لتا ګیلې کړي‬


‫اویزان د ژوند په غاړه دي مات الس کړم‬

‫د خان شهید په نوم‬

‫منور د تاریخ زړه دی ځکه رازه‬


‫بل د وینو قندیالن پکي پراته دي‬

‫زموږ د مځکو په رګو چي نور بهیږي‬


‫ښڅ لمرونه شهیدان پکي پراته دي‬

‫د خدایۍ انانیت دي جال ساتي‬


‫لویه ورځ یو خوا ته کښیږده کله راسه‬
‫‪135‬‬

‫یو ساعت خو د وګړو ژوند اختیار کړه‬


‫یوه ورځ خو خدایي پریږده کله راسه‬

‫دا دمیني انتها که نیمګړتیا ده‬


‫لیلی له خولې اظهار د نفرت غواړم‬
‫د ْ‬

‫ستړي میني آماده کړمه فراق ته‬


‫د وصال پر ځای حصار د نفرت غواړم‬

‫چي رنګ ګل هم د وږمو صفت لري‬


‫په تکل یې خود شاعره صبا ګرځي‬

‫یوې نجلۍ که کمبلۍ فون راته راکړی‬


‫د لهجې د وزر زر یې نڅا ګرځي‬

‫کج فطرته او کم فهمه تېروتمه‬


‫ما په خپلو شرطو مینه ځیني غوښته‬

‫لکه درخته په ریښو د ځان غره وم‬


‫شالیلی مي له پښو مځکه قرار وکښه‬
‫ْ‬

‫‪۲-۷-۹۹‬‬

You might also like