Professional Documents
Culture Documents
دا شاید صحیح شی
دا شاید صحیح شی
تصدیق پاڼه
زه د یادو شوو محصلینو د الرښود استاد په توګه ددی محصلینو تصدیق کوم چی الندینی معلومات د انعام
هللا او غوث هللا له خوا راټول او ترتیب شوی دی د ننګرهار پوهنتون د مونو کرافونو د الیحی او نړیوالو
سټنډرډونو مطابق زما د معلوماتو او پوهی له مخی صحیح دی.
a
ط بسم هللا الرحمن الرحیم
b
ډالۍ
د ژوند تر ټولو ارزښتناکو او نایابو ګوهرونو ( مور او پالر ) ،ښاغلو استادانو ،وروڼو او
ملګرو چی هر یوه په خپل وار سره زما پالنه او روزنه ،تعلیم او تحصیل ،مادی او معنوی
مرستی او نیکی مشوری ونه سپمولی او زه یی د ژوند تر دی اړین پړاو پوری را ورسولم لدی
وروسته به د دوی د نیکو مشورو په پام کی نیولو سره د افغانستان ملی ګټو ته ژمن او د ګران
هیواد افغانستان د ښیرازی لپاره به ریښتینی خدمتګار و اوسم ،غواړم د IBCاو IS1893
سایزمیک کودونو پرتلنی تر عنوان الندی موضوع دوی ټولو قدرمنو ته ډالی کړم د لوی خدای
ج څخه دوی ته د ژوند په ټولو چارو کی خوشحالی او بریالیتوب غواړم.
لنډیز()Abstract
أ
څرنګه چی د پخوا زمانی څخه را پدی خوا انسان پدی لټه کی وه چی د ځان لپاره یو مسون سرپناه جوړه
کړی چی په لومړیو کی انسانان د غرونو په سوریو کی او وروسته د خټینو کورونو جوړول پیل کړل او د
عصر او زمانی پرمختګ دی ته اړ ایستل چی اوسنی شکل ودانۍ د کانکریټو څخه جوړی کړی ددی ودانیو
جوړولو کی زلزله یو ستر ګواښ بلل کیږۍ چی هره ودانۍ یی په خپل ژوند کی څو څو ځله تجربه کوی
یعنی ودانۍ هیڅکله د زلزلی څخه په امن کی نده له دی امله باید ودانۍ داسی جوړه شی چی د زلزلی د
تخریباتو څخه د زلزلی پر مهال مسون پاتی شی.
د زلزلی د تخریباتو په مقابل کی مختلیف ډول کودونه شټون لری مونږ پدی څیړنیز راپور کې د
) International Building Code (IBC-2006او )Indian Standard (IS-1893تر منځ مقایسوی
څیړنه تر سره کړی ده ،چی IBCکود نه یوازي په متحده ایاالتو کې بلکې د نړی په نورو هیوادونو لکه
متحده عربي امارات ،کولمبیا ،جورجیا ،هاندوراس ،افغانستان او سعودي عربستان کې هم کارول کېږې ،او
ISکود مو د سیمی د ورته شرایطو له مخی انتحاب کړی دی.
ترسره شوی څیړنه دا په ډاګه کوی چی د IBCکود دقت نظر ISکود ته زیات ده ځکه چې ISکود یوازی
پنځه زونه لری چې د ټولو سیمو لپاره له همدی پنځو زونونو څخه استفاده کوی خو IBCکود د
) USGS(United States Geological Surveyله مخی دهری سیمی لپاره جدا تعجیل ( ground
)accelerationوړاندی کوی .په اخر کی مو نوموړی ساختمان د ETABSسافټویر په مرسته ماډل کړی
یو فریم مو په نظر کې نیولی د نوموړی فریم په دوه بیمونو او دوه پایو کې نظر دواړه کودونو ته داخلی
قوې پیدا کړی ،نتیجه مو د دیاګرامونو او جدولونو په ډول سره مقایسه کړیده.
لیکلړ
ګڼه موضوع
ب
.۴.۲په ودانیو باندی د زلزلې د افقی قوې محاسبه ۱۵ ......................................................................-:
.۱.۴.۲د IBC Codeمطابق د زلزلی د قوی محاسبه ۱۵ ................................................................ -:
.۲.۴.۲د IS1893 Codeمطابق د زلزلی د قوی محاسبه ۱۷ ........................................................... -:
.۵.۲ترنظرالندی ساختمان پالن موقیعت او اندازه ګذاری۱۸ ............................................................. -:
.۱.۵.۲د ساختمانی موادو مشخصات۱۸ ..................................................................................... -:
.۲.۵.۲د ساختمانی عناصرو مشخصات۱۹ ................................................................................. -:
.۶.۲په ودانی باندی بارونه او د بارونو ترکېب۲۰ .......................................................................... -:
.۷.۲د ساختمان تحلیلی مودول۲۸ .............................................................................................. -:
ت
د جدولونو لیست ........................................................................................................................ج
( )۱:۲جدول د ساختمانی مواد مشخصات ۱۹ ....................................................................................
( )۲:۲جدول د پوړ بارونو پیداکول ۲۰ ...........................................................................................
( ) ۳:۲جدول د پوړ بارونو پیداکول ۲۱ ...........................................................................................
( )۴:۲جدول د بارونو ترکېب ۲۵ .................................................................................................
( )۵:۲جدول د بارونو ترکېب ۲۷ ..................................................................................................
( )۱:۳جدول د اهمیت ضریب ۳۱ ..................................................................................................
( )۲:۳جدول ډیزاین کټګوری ۳۱ .................................................................................................
( )۳:۳جدول ډیزاین کټګوری ۳۱ ..................................................................................................
( )۴:۳جدول موقعیت صنف بندی ۳۲ .............................................................................................
( )۵:۳جدول عکس العمل ضریب ۳۴ .............................................................................................
( )۶:۳جدول عکس العمل ضریب ۳۶ ............................................................................................
( )۷:۳جدول د موقعیت ضریب ۳۷ ................................................................................................
( )۸:۳جدول د موقعیت ضریب ۳۷ ................................................................................................
( )۹:۳جدول د پوړونو عرضی او افقی قوې ۴۱ ................................................................................
( )۱۰:۳جدول زون فکتور ۴۳ ......................................................................................................
( )۱۱:۳جدول زون فکتور ۴۵ ......................................................................................................
( )۱۲:۳جدول ځواب کمولو ضریب ۴۶ ..........................................................................................
( )۱۳:۳جدول IS-1893مطابق ( ۴۷ ...................................................................................)Sa/g
( )۱۴:۳جدول IS-1893مطابق اساسی دوره ۴۷ ..............................................................................
( )۱۵:۳جدول IS-1893مطابق د پوړونو چپه کېدنه ،عرضی قووی او افقی قوې ۴۹ ................................
( )۱:۴جدول پوړونو افقی قوې پرتله ۵۰ .........................................................................................
( )۲:۴جدول IBCمطابق B2,B1بیمونو او C2,C1پایو انحنایی مومنټ ۵۲ .........................................
( )۳:۴جدول IS-1893مطابق B2,B1بیمونو او C2,C1پایو انحنایی مومنټ۵۳ ...................................
( )۴:۴جدول IBCمطابق B2,B1بیمونو او C2,C1پایو عرضی قوې۵۵ ...........................................
( )۵:۴جدول IS-1893مطابق B2,B1بیمونو او C2,C1پایو عرضی قوې ۵۶ .....................................
ث
( )۶:۴جدول د IS-1893او IBCمطابق پوړونو جانبی تغیرشکل مقایسه ۵۷ ..........................................
( )۷:۴جدول د IS-1893او IBCد سیخانو مساحت مقایسه ۵۸ ............................................................
ج
)۵:۳شکل د هند سایزمیک زون نقشه) ۴۴ .....................................................................................
( )۶:۳شکل IS-1893مطابق د پوړونو چپه کېدنه ،عرضی قووی دیاګرامونه ۴۹ .....................................
( )۱:۴شکل پوړونو افقی قوې پرتله ګراف ۵۰ ..................................................................................
( )۲:۴شکل د IBCاو IS 1893مطابق د چپه کېدنی مومنټ پرتلی ګراف۵۱ ..........................................
( )۳:۴شکل IBC-مطابق د Cفرم انحنایی مومنټ ۵۲ .......................................................................
( )۴:۴شکل IS-1893مطابق د Cفرم انحنایی مومنټ ۵۳ ..................................................................
( )۵:۴شکل د IS-1893او IBCمطابق انحنایی مومنټ مقایسه ۵۴ .......................................................
( )۶:۴شکل IBCمطابق B2,B1بیمونو او C2,C1پایو عرضی قوې ۵۵ .............................................
( )۷:۴شکل IS-1893د Cفرم عرضی قوې ۵۶ .............................................................................
( )۸:۴شکل د IS-1893او IBCمطابق عرضی قوو مقایسه ۵۷ ..........................................................
( )۹:۴شکل د IS-1893او IBCمطابق پوړونو جانبی تغیرشکل مقایسه ۵۸ ...........................................
)۱۰:۴شکل په بیم کې د طوالنی سیخانو ښودنه) ۵۹ ..........................................................................
)۱۱:۴شکل په بیم کې د عرضانی سیخانو ښودنه) ۶۰ ........................................................................
)۱۲:۴شکل په بیم کې د عرضانی سیخانو ښودنه) ۶۱ ........................................................................
)۱۳:۴شکل په بیم کې د عرضانی سیخانو ښودنه) ۶۲ ........................................................................
( )۱۴:۴شکل عرضی سیخانو ښودنه ۶۵ .........................................................................................
( )۱۵:۴شکل په بیم کې د طوالنی سیخانو ښودنه ۶۶ ..........................................................................
( )۱۶:۴شکل په بیم کې د عرضی سیخانو ښودنه ۶۶ ..........................................................................
( )۱۷:۴شکل په پایه کې د سیخانو ښودنه ۶۹ ....................................................................................
ح
سریزه
تر هرڅه د مخه غواړو چې د لوی خدای (ج) ډېرشکککر ادا کړو چې موت ته یې لیک او لوسککت را زده کړ،
او د یو څه لیکلو توان یې راپه برخه کړی دی.
دا چې د ننګرهار پوهنتون د انجینري پوهنځی هر کال ټولنې ته ګڼ شککککمېر ځوان کدرونه د خدمت په موخه
وړاندې کوي ،چې د هیواد په بیا رغونه کې رغنده رول ولوبوي او مخکې له دې چې دغه ځوانان د ټولنې
د خدمت جوګه شککي ،د پوهنځي د ریاسککت دمقام له خوا یو شککمېر سککاختماني پروژې ورکول کېږي ،څو هغه
نظري درسکککککونه چې دوی دتېرو څو کلونو په جریان کې لوسکککککتي یو ځل بیا تکرار شکککککي .څو وروسکککککته له
فراغت څخه د یو مسککلکې انجنیر په توګه خپل خدمتونه ټولنې ته وړاندې کړي .د پوهنځی په درشککل کې مو
د سکککاختمان د تحلیل سکککره زیاته مینه لرله او د همدی مینې پر بنسکککټ مو په همدی منکککمون کې د زلزلی په
برخه کې (د زلزلوي کودونو پرتلنې) په اړه مونوګراف انتخاب کړ ،کار مو ورباندی وکړ او د لوړو زده
کړو د قانون له مخی مو دغه لیکنه ترتیت او د انجنیرۍ پوهنځۍ د یو تکړه اسککککککتاد محمد حامد علمي تر
الرښوونو الندې مو دغه مونوګراف بشپړ کړ.
ددی لیکنی په پیل کې له مونږ سره دا اندیښنه وه چې هسې نه په دې اړه اړین او دقیق معلومات تر السه نه
شو کړی ،خو تر ټولو وړاندې تر بلې هرې سرچېنی په خپل الرښود استاد زیات ډاډه وو او دغه موضوع
مو د هغه په ډاډ واخ یسته ،چې زمونږ لپاره د زلزلې په مقابل کې د ډیزاین لمړی دریڅه ده راخالصه مو
کړه او د زلزلې زیاته برخه یې د خپلو چېپترونو ،لیکچرونو ،مشورو ،شخصي خبرو او مجلسونو له الرې
راته روښانه کړې ده ،کله مو چې موضوع (د زلزلوي کودونو پرتلنه) یاده کړه نو الرښود استاد هم په ورین
تندي راسره ومنله او ځینې ماخذونه یې راکړل مونږ هم ګڼې انټرنیټي کورنۍ او بهرنۍ ویب پاڼې وکتلې د
ځینو امریکایي او هندي انجنیرانو څیړنیز راپورونه مو د زلزلوي کودونو پرتلنې په اړه ولوستل ،دا باید په
ډاګه ووایم چې په دی اړه ددې مونوګراف په لیکنه کې مونږ په خپله پوهه ډاده نه وو یوازې له نوموړي
منمون سره زیاتې مینې دېته وهڅولو چې نوموړې لیکنه بشپړه کړو ،په اخر کې د خپل الرښود استاد حامد
علمي نړی مننه ،چې د یو مشر ورور په حیث یې مشورې راکړی او ددغه څیړنیزې پروژې بشپړیدو ته یې
وهڅولو.
لمړی څپرکی
1
د تقصیر ،غورځیدني اویا ماتیدني سره تړاو لري ،زلزله په نړی کې هرکال زرګونو انسانانو ته مرګ ژوبله
اړوي او د ملیاردونو ډالرو ساختماني او ملکې خصاراتو سبب ګرځي.
څرنګه چې موت او تاسي ته بهتره معلومه ده چې د زلزلې پر وړاندی ډیزاین د ودانیو د ډیزاین مهمه برخه
تشکېلوي ،پداسې حال کې چې زموت هیواد د زلزلې پروړاندې ودانیو ډیزاین خپلواک کود نلري او زموت
انجنیران د نورو هیوادونو له کودونو څخه استفاده کوي په زیاته پیمانه د ( )IBCاو ( )IS1893کودونو څخه
کار اخلي ،نو موت هم په دی خاطر د IBC 2006او IS 1893سایزمیک کودونو مقایسي تر عنوان الندی
موضوع انتخاب کړه ترڅو وکوالی شو پدي پوه شو چې کوم کود زموت د هیواد د سایزمیکې شرایطو سره
برابر دی.
3
.۳.۱د موضوع کړنالره (-: )Methodology
نوموړي څیړنه یو تشریحي مقایسوي مطالعه ده چې د هدف د ترالسه کولو په خاطر د ساختمان ورته والي
یا مودل جوړوني ( )Simulationطریقې څخه استفاده شوي.
د موضوع لپاره مو لمړی د نورو څیړونکو راپورونه مطالعه کړل .ورسته مو له ځینو کتابونو ،انترنیت او
ځینو تجربه لرونکو انجینرانو څخه معلومات راغونډ کړل.
دهمدي څیړنو او مطالعاتو په اساس مو وکوالی شوای چې د خپلي موضوع ټول معلومات د IBCاو
IS1893سایزمیک کودونو مقایسې تر عنوان الندی د یو کتاب په بڼه د تحصیلي دوري پایلیک لپاره چمتو
کړو.
لمړی مو د ستندرد او کودونو په اړه لنډ معلومات بیا مو په نړی کې استفاده کېدونکې ساختماني کودونه او
د زلزلې په وړاندې د ودانیو د مقاوم ډیزاین کودونه ،د سیمي په کچه د زلزلې کودونو څخه یادونه کړي ده،
په اخر کې مو د IBCاو IS1893سایزمیک کودونو تشریح او پرتلنه ترسره کړیۍ ده.
هغه څیړنه چی د ( Dr. S.V. Itti*, Prof. Abhishek Pathade** and Ramesh B.
)*** Karadiله خوا تر سره شوی ده دا یی جوته کړی ده چی د ساختمان بیځایه کیدنه IBCکی
نظر ISته کمه ده او همدارنګه د سیخانو مساحت هم په IBCکی نظر ISته کم دی.
هغه څیړنه د )Comparative Analysis of a High-Rise Structure using Various
International Codesتر عنوان الندی د ) (karthik P.G student & Varuna kotiله خوا
ترسره شوی ده دا یی جوته کړی ده چی د ساختمان بی ځایه کیدنه په IS 1893-2016کی
11.05mmاو په IBCکی هم 11.05mmتر السه شویده حال دا چی په IS 1893-2002کی
21.15mmتر السه شوی ده.
هغه څیړنه چی د (*Professor & PG-Coordinator, **Professor and *** M-Tech.
) Student.له خوا تر سره شویده دا یی په ډاګه کړیده چی د ساختمان بیځایه کیدنه IBCکی نظر
ISته کمه ده او همدارنګه د سیخانو مساحت هم په IBCکی نظر ISته کم دی.
4
دوهم څپرکی
کود ( : )Codeد قوانینو او مقرراتو سیستماتیک منظم او جامع مجموعي ته کود وایي.
ډیزاین ( : )Designترنظر الندي ساختمان ساختماني ډول ،عرضي مقطع ابعادو او اړین مقاومت محاسبې
ته ډیزاین وایي .ډیزاین شوي ساختمان باید دهغه قوو په مقابل کې چې د ساختمان د عمر په اوتدو کې په
نومو ړي ساختمان باندي عمل کوی محفوظ او بغیرله دې چې تغیر شکل یا درز له مجازي حد څخه تجاوز
وکړي مقاومت وکړي.
تحلیل ( : )Analysisدپیژندل شوي مقطع ظرفیت ،موادو ځانګړتیاوو او فوالدو اندازې تعینول نظر خارجي
قوو او مومنټونو ته تحلیل بلل کېږي.
ماډل کودونه ( : )Model Codesهغه موافق اسناد چې د دولتي ادارو لخوا د قانوني سند په توګه کارول
کېږی ماډل کود بلل کېږي.
UBC -۱کود :د ودانیو چارواکو د بین المللي کنفرانس ( )ICBOله خوا خپور شوی.
NBC -۲کود :چې د ) Building Officials Code Administrators(BOCAله خوا خپور شوی.
SBC -۳کود :چې د ) Southern Building Code Congress International (SBCCIله خوا
خپور شوی.
د ودانیو کود :د ودانیو کود دساختمــانونو خوندیتوب پوري اړوند اړخونه لـکــــه ،بـارونو ،کارونکې
ساختمـــاني ډیزاین ،مـوادو مختلــف ډولونو (فــلزي،کانکــریتي،لـــرګین ساختمــانونه ) مــهندسي
تفصـیالتو ،اور وژني سیستمونو ،نـل غزوني سیستمـونو او ) )HVACلپاره یو قانوني سند دی ،چې په
( )USAکې اصلي کودنه ( )Electrical code ,ICC/IRC ,plumbing codeوو.
5
د ودانیو کود ( )Building Codeموخه :د لږ تر لږه منلو وړ شرایطو رامنځته کولو لپاره د جوړ شوي
چاپیریال د عامې روغتیا ،خوندیتوب ،او ګټو ساتل دي.
د ()1990م په لومړی لسیزو کې دا څرګنده شوه چې د امریکا هیواد ماډل جوړوني کودونو ملي همغږی
ته اړتیا لري ،له همدي کبله د پورته درېواړو کودونو رامځته کونکو ډلو پریکړه وکړه چې خپلې هڅې سره
یوځای کړي ،بالخره په ()1994م کال کې د نړیوال کود شورا ( )ICCرامنځ ته شوه تر څو داسي کودونه
جوړکړي چې سیمه ایز محدودیت ونه لري ،د دریو کلونو پراخه څیړنو ورسته د ودانیو نړیوال قانون یا
( )IBCدلومړي ځل لپاره په ( )1997میالدي کال کې خپور شو.
IBCیا د ودانیو نړیوال کود د امریکا متحدایاالتو کې داساسي ستدرد په توګه منل شوی ،چې نه یوازي په
متحده ایاالتو کې بلکې د نړی په نورو هیوادونو لکه متحده عربي امارات ،کېریبین ،کولمبیا ،جورجیا،
هاندوراس ،افغانستان او سعودي عربستان کې هم کارول کېږې IBC ،د تعمیراتو او فعالیتونو اړونده اړینو
اړتیاوو پر اساس د ودانیو لپاره د روغتیا او عامه خوندیتوب اندیښنې په نښه کوي IBC ،د نورو ټولو
خپریدونکو) (ICCکودونو سره په بشپړ ډول مطابقت لري ،د کود موخه عامه روغتیا اوخوندیتوب ساتل
دي ،په داسي حال کې چې دغیري ضروري لګښتونو او ځانکړو موادو یا ساختماني الرو چارو د تعقیب
څخه مخنیوی کوي.
6
.6د ودانیو د مقاومت لوړولو او بیارغولو لپاره سټندرد الرښوني .IS:1993,13935
دا سټندردونه ددې تنمین نه کوي چې په غټو زلزلو کې به هم ودانی ته هیڅ ډول زیان نه رسیږی ،بلکې دا
یقیني کوي چې په منځنۍ کچه زلزلو کې لږ زیان ور اوړی او په ډیرو شدیدو زلزلو کې پرته له دې چې چپه
شي زیان ورته ورسیږي.
مونږ دلته یوازي دودیزي ودانی تر بحث الندي نیسو او ذکر شوي کودونه هم په همدې پورې اړه لري دا
کودنه له انجنیرانو سره په پالن ،ډیزاین او جوړولو کې مرسته کوي.
د زلزلې کودونه د قوي زلزلې په وړاندې د غبرګون په توګه رامنځته شوې او وده یې کړي چې دغه زلزلې
په خورا نفوس لرونکو سیمو کې د ویجاړي سبب ګرځیدلي ،دا کودونه وخت په وخت د وروستیو زلزلو د
موندنو او څیړنو څخه د ترالسه شوو معلوماتو په بنسټ تعدیل شوي ،لکه څنګه چې دوی په دوامداره توګه
وده کوي نو همدا علت دی چې ډیر سیزمیک کودونه په نړۍ کې کارول کېږي.
د زلزلې د مقرراتو لپاره د کود د پرمختګ پړاونه تر ۸۰کلونو کمه مخینه لري ،په ۱۹۲۶م کال کې د UBC
لمړی چاپ د ) Pacific Coast Building Officials (PCBOله خوا خپور شوي ،چې په غیر مستقیم
ډول سره د سایزمیک مقررات یوازې په ضمیمه کې ښودل شوي وو ،پدې کې یوازې ځینې تخنیکې اړتیاوی
شاملې وی چې لږ ترلږه د اساس قوي لپاره ډیزان پکې شامل وو ،چې د نرمي خاوري لپاره د ساختمان د
وزن ۱۰٪او د سستې خاورې لپاره ۳٪په نظر کې نیول کېده ،ورسته له هغه څخه د ودانیو کود د سایزمیک
په مقابل کې مقررات د تجروبو په اساس پرمختګ وکړ .د زلزلې د زیانونو څخه ورسته انجنیرانو د زیانونو
پلټنه وکړه او هڅه یي وکړه چې پوه شي ولې بعنې ودانی او ساختمانونه په نا مناسب توګه جوړشوی چې
د ورته زیان منلو د مخنیوی په اړه یې سپارښتنې تیارې کړې ،په نمونو کې الندې محدودیتونه شامل وو ،په
هغه سیمو کې چې د زلزلې قوې ټکانونه تجربه کوي د نا تقوېه شوي معماری استفاده ،د کانکریتو د توانایی
د لوړه ولو غوښتني او د معماری دیوالونو او پوړ ،پوړ او چت دیافراګم او هغه محدودیتونه چې د ځینو
غیرمنظم ودانیو طبقه بندي کوي.
د سایزمیک کود په پرمختګ باندې تمرکز د کلفورنیا ایالت زلزلې وی ،چېرته چې د متحده ایاالتو ډیرې
زلزلې واقع کېږي ،او په دوره یي ډول دغه سپارښتني د یو اساسې الرښود په توګه خپري شوي.
په ۱۹۷۱م کال کې د سان فرناندو زلزلې څرګنده کړه چې په هغه وخت کې د کود مقررات ناکافي وو ،او
یوې قوې بیا کتنې ته اړتیا لیدل کېده ،ددې کار د ترسره کولو لپاره د تطبیق شوی تکنالوژی شورا ()ATC
7
رامنځته شوه تر څو تحقیق وکړي چې کود ته پرمختګ ورکړي ،دغه هڅی په ۱۹۷۸م کال کې د ATC3.06
سره یو ځای د ودانیو د سایزمیک مقرراتو د وړاندي شوو شرطونو په توګه په یو راپور خپري شوي،
دکلفورنیا د ساختمانې انجنیرانو ټولنی د UBCپه ۱۹۸۸م کال چاپ کې زیاتو سپارښتنو ته ځای ورکړی
وو مګر دا راپور د زلزلې ملي خطرونو راکمولو پروګرام ( )NEHRPسره مطابقت لري که څه هم
( )NEHRPمقررات په لمړي ځل په ۱۹۸۵م کې خپاره شول ،دوی تر ۱۹۹۰کلونو پوري په رسمی توګه
د ماډل جوړوني کودونو اساس نه درلود ،لدې څخه وړاندی د متحده ایاالتو د ملي ستندرد انستیتیوت ( ANSI
) له خوا الندي کودنه د زلزلې د اساسی مقرراتو په توګه منل شوي وو.
( )ANSI A58.1چې ورسته د ( )ASCE-7په نوم چې اساس یي د ( )SEAOCپه سپارښتنو والړ وو.
په ۱۹۹۳م کال کې د امریکا د سیول انجنیرانو ټولنه ( )ASCEچې ورسته له بیاکتني ( )ASCE-7په نوم
ستندرد رامنځته شو ،ددې ستندرد سایزمیکې مقررات د ) )NEHRPسره نږدې والی درلود.
د ( )ASCEپه مقرراتو کې د ساختمان مناسبه بڼه او اتصال ساتنه ،کافي مقاومت او سختي ،په ارتجاعي
حالت کې د وارده بارونو په مقابل کې د ساختماني عناصرو وړتیا د زلزلې په مقابل کې مقاوم ډیزاین کې
شامل دي .په اوسنی وخت کې د امریکا په متحده ایاالتو کې دوه د ماډل جوړونې کودونه کارول کېږي یو
یې IBCدی چې د کود د نړیوالی شورا ( )ICCلخوا رامنځته شو ،د دریو کودونو له یوځای والي څخه
تشکېل شوی .اوبل کود د اور وژني ملی نماینده ګی ( )NFPAکود دی.
د ماډل جوړونې دواړه کودونه ) )IBC-03او ) )NFPAپه چاپ شککککککوي بڼه شککککککتون لري ،په دغه دواړو
کودونو کې د ملي سککتندردونو لویې برخې شککاملې دي ،لکه AISC,ACIسککایزمیک مقررات چې مأخذ یي
( )ASCE7-02دی ،چې ( )ASCE-7د بارونو ،بارونو ترکېب ،سکککایزمیک ،باد او واوری د بارونو لپاره
ماخــذ په توګه استفاده کېږي )AISC( ،د سټیل ډیزاین لپاره ماخذ دی )ACI318( ،د اوسپنیزکانکریتولپاره
ماخذ دی )ACI530( ،د معموره یي سکاختمانونو د ډیزاین لپاره مأخذ دی )NBS( ،د لرگینو سکاختمانونود
ډیزاین لپاره په کار وړل کېږي.
8
.4صنعتي ساختمانونه لکه ګودامونه.
.5ډیومونه او د کانالونوغاړی.
مونږ دلته یوازې په لمړی برخه باندې بحث کوو ،چې د ساختمان عمومې ساتنه رانغاړي .په دې سټندرد کې
په بیلو – بیلو ساختمانونو باندې د سایزمیکې بارونو په هکله معلومات را ټولیږي او هم د زلزلې پر وړاندې
د ودانیو ډیزاین کېږي ،ددې کود له مخې ودانی داسې ډیزاین کېږې چې د افقې قوې پر وړاندې مقاومت
وکړای شي .همدارنګه په دې بحث کې د افقې سایزمیکې قوې محاسبه کول ښودل شوي دي چې په یوه بیلګه
کې به راوړل شي.
زلزله د ځمکې د خوځیدني او ټکانونو المل ګرځي .پرځمکه باندې ساختمانونه د تهداب په برخه کې له
حرکت سره مخ کېږي ،په دې توګه د ساختمانونو تهداب حرکت کوي او بې ځایه کېږي ،مګر په خپله
ساختمان د انرشیا له امله نه غواړي چې له ځایه بي ځایه شي او پر خپل ځای پاتي شي .فرضیږي چې پر
ساختمان باندې دانرشیا قوې عمل کوي کومې چې دې ساختمان د حالت د بدلون پروړاندې مقاومت کوي .د
بیلګې په ډول یوساختمان چې پرپایو والړ دی او پایي له تهداب سره نښتي دي کله چې ځمکه خوځیږي پایې
له تهداب سره یوځای غواړي چې دساختمان بام یا چت ته هم حرکت ورکړي مګر چت نه غواړي چې
وخوځیږي او غواړي پر خپل ځای پاتې شې ،نو ځکه په دي وخت کې د انرشیا قوه مساوي ده ،د چت کتله
ضرب هغه تعجیل چې دځمکې د حرکت دلوري پرمخالف لوري عمل کوې .د زلزلې د حرکت پر مهال د
ساختمان پایي له بي ځایه کېدو سره مخامخ کېږي مګر پایي غواړی چې خپل دې سیده والي حالت ته
راوګرځي ،په دې توګه د اول حالت ته بیرته راګرځولو قوې چې د پایو په سختوالی او بي ځایه کېدنې پوری
اړه لري منځته راځي .Fb=Kx
داقوې هم د حرکت د لوري پر مخالف لوري عمل کوي ،نو روښانه ده څومره چې د پایو سختوالی زیات
وي پرهماغه اندازه د بیرته راګرځولو قوې هم زیاتې وي لکه مخکې چې تشریح شول چې هر ساختمان له
ځانه سره د سړولو قوې هم لري کومې چې په جوړونکو موادو پورې اړه لري.
زلزله د ځمکې د خوزښت سبب ګرځی ،هغه تعمیرات چې په دغه ځمکه قرار ولری له دغه خوزښت څخه
متاثره کېږی .ددی د اســاس حرکت د نیــوټن د اول قــانون په نامه یادیږی ،کــله چې د تعمیر اســاس
حــرکت وکړی نو چت یا تعمیر کوشش کوی چې په خپل اولنی حالت باقــی پاتی شــی ،نــو څرنګه چې
دیوالونه او پایی د اساس سره نښتی دی نو دوی چت هم له ځانه سره کشوی.
9
( )۱: ۲شکل اساس قوې تاثیر
انرشیا قوه -:کله چې ځمکه حرکت وکړی پدی وخت کې چت یوه قوه تجربه کوی چې دغه قوه د انرشیا
قوې په نامه یادیږی ( .)Fد دغه قوې لوری د تعجیل د لوری په خالف جهت لری.
کله چې د انرشیا قوه د چت په واسطه تجربه شوه د پایو پواسطه ځمکې ته انتقایږی او په پایه کې دی قوې د
تولید سبب ګرځی.
د زلزلې د خوزښت په جریان کې پایه مربوطه قوه تحمل کوی ،چې ( )uد ځمکې اوچت ترمنځ فاصله یا
Displacementدی.
پایه کوشش کوی چې بیرته خپل مستقیم عمودی حالت اختیار کړی او د تغیرشکل په مقابل کې مقاومت
وکړی ،کله چې پایه د قوې په واسطه قاتیږی نو باید داخلی قوې زیاتی کړو یعنی د ستفنس قوې ( . )Fs
𝑢 × 𝑘 = 𝑠𝐹
10
د ځمکې د افقی خوځښت له اثره په کتلوی ساحه کې د انرشیا افقی قوې رامنځ ته کېږی دغه جانبی قوې د
چت سلب په مرسته پایو ،دیوالونو او تهداب ته بالخره دخاوری الندینی سیستم ته ځان رسوی.
په عمومي ډول سره د زلزلې قوه دوه مرکبې لري چې یوه یی عمودي مرکبه ،او بله یی افقي مرکبه ده د
ساختمان په ډیزاین کې تر ډیره د عمودي مرکبې څخه چې تأثیرات یی کم دي صرف نظر کېږي او یوازې
افقي مرکبو ته ساختمانونه ډیزاین کیږي.
د ډیزاین اکثرا کوډونه د کار د آسانتیا لپاره ساختمانونه نظر ستاتیکې تحلیل ته ډیزاینوي ،خو که یو ساختمان
ډیر مغلق شکل ولري نو باید ساختمان نظر ډینامیکې تحلیل ته ډیزاین شي.
11
.bد الندینیو پوړونو متوسطه سختی به حداقل 10برابره د پاسنیو پوړونو وی.
د پورته شرطونو په نه موجودیت کې باید د ساختمان لپاره ډینامیکې تحلیل تر سره شی تر څو د زلزلې په
مقابل کې له ځانه مقاومت وښیی.
Period range.
12
𝑆𝐷1
𝐶𝑠 = 𝑅 For 𝑇 ≤ 𝑇𝐿 …………………………………..………………….
𝑇( )
𝐼
(12.8-3)
𝑆𝐷1 𝑇𝐿
𝐶𝑠 = 𝑅 For 𝑇 > 𝑇𝐿 …………………………………………………….
𝑇2( )
𝐼
(12.8-4)
𝐶𝑠 = 0.01
…………………………………………………………………………………
(12.8-5)
V = total design lateral force or shear at the base of the structure (kip or kN)
And 𝑤𝑥 = the portion of the total effective seismic weight of the structure 𝑤𝑖
(W) located
Or assigned to Level 𝑖 or 𝑥
13
-د هغه ساختمانونو لپاره چې ټایم پیریود یی 0.5sاو یا له دی څخه کم وی k = 1
-د هغه ساختمانونو لپاره چې ټایم پیریود یی 2.5sاو یا له دی څخه زیات وی k = 2
-د هغه ساختمانونو لپاره چې ټایم پیریود یی د 0.5sاو 2.5sترمنځ وی د kقیمت د 1او 2ترمنځ د
خطی انترپولیشن په مرسته السته راوړو.
)𝑉𝐵 = 𝐴ℎ × 𝑊 … … … … … … … … … … … (1
) Base shear(VBـ د ساختمان په قاعده کې د ډیزاین ټوله افقی قوه ده .i
) Total weight of the structure(Wـ د ودانی سیسمیکې وزن ده کوم چې د ټولو پوړونو د .ii
سیسمیکې وزنونو له مجموعی الس ته راځی .د پوړونو سیسمیکې وزن د مړ او ژوندی بار له
مجموعی څخه السته راځی .د ودانی د یو پوړ بار د هماغه پوړ د سلب ،ګاډر ،د الندی پاندی پایو
او دیوالونو لوړوالی د وزن له مجموعی څخه السته راځی.
𝑎𝑆 𝐼 𝑍
= 𝐵𝑎𝑠𝑖𝑐 ℎ𝑜𝑟𝑖𝑧𝑜𝑛𝑡𝑎𝑙 𝑠𝑒𝑖𝑠𝑚𝑖𝑐 𝑐𝑜𝑒𝑓𝑓𝑖𝑐𝑖𝑒𝑛𝑡 = 𝐴ℎ .iii
𝑔𝑅2
د ال روښانتیا لپاره مو د ساختمان پالن ،موقعت او اندازه ګزاری ،د ساختمانی موادو مشخصات او د
ساختمانی عناصرو مشخصات په الندی ډول واضیح کړی دی.
14
( )۴:۲شکل پالن په مقیاس ()۱:۲۵۰
Sr.
No Parameters Dimensions/Type
15
4 Height of each story 3m
په عمومي ډول بارونه په دوه برخو ویشل شوي دي چې یو مړه یا دایمي بارونه او بل ژوندي یا موقتي بارونه
مړه بارونه( :)dead loadهغه مواد چې ساختمان ترې جوړ شوی لکه دیوالونه ،فرشونه ،بامونه ،چتونه ،زینې،
رنګونه ،پارټیشن والونه ،د مهندسي سامان آالت ،په ساختمان کې نصب شوي وسایل او داسې نور په مړو بارونو
کې حسابیږي.
ژوندي بارونه( : )LIVE LOADعبارت د هغو بارونو څخه ده چې د ساختمان څخه د استفاده کونکو په واسطه
تولیدیږي ،په دي بارونو کې محیطي بارونه شامل نه دي ،ژوندی بارونه د اخری پوړ لپاره په ( )۲:۲جدول کې او
د منځنیو پوړونو لپاره په ( )۳:۲جدول کې ښودل شوی.
16
Cement mortar 0.055 2000 110
RCC SLAB 0.14 2500 350
PCC mortar 0.06 2300 138
Temperature insulation 0.12 900 108
Issogam 3 layer 10kg/m2 30
Dead load 736
Live load 200
( )۲:۲جدول د پوړ بارونو پیداکول
17
w inner wall = ( 0.15m × 3m × 112m )1800 kg⁄m3 = 90.720ton
W1 = W2 = W3 = W4 = 489.66ton
18
𝑤opninig = 58ton × 0.3 = 17.4ton
)𝟕𝟐 𝐓𝐨𝐭𝐚𝐥 𝐃𝐞𝐚𝐝 𝐖𝐞𝐢𝐠𝐡𝐭 = 𝟐𝟖𝟕. 𝟒𝟑 + 𝟒(𝟐𝟑𝟑. 𝟐𝟐) + 𝟓(𝟐𝟐. 𝟎𝟓 + 𝟗𝟎. 𝟕𝟐 + 𝟖𝟏.
19
A. RCC and PSC Structures
)a. 1.5(DL + LL
)b. 1.2(DL + LL + EL
)c. 1.5(DL ± EL
d. 0.9DL ± 1.5EL
B. Combination for 3 component motion
a. ±ELx ± 0.3ELy ± 0.3ELz
b. ±ELy ± 0.3ELz ± 0.3ELx
c. ±ELz ± 0.3ELx ± 0.3ELy
د پورته لنډیزونو مانا
LLژوندی بار (د ودانی د اصلی ساختمانی عناصرو له وزن پرته نور ټول وزنونه او بارونه)
په پورته یو ځای کولو کې مثبت او منفی ځکه سره یو ځای شوی چې د زلزلې بار مخ پر شا ځانګړتیا هم
لری.
20
د IBCمطابق-:
د ساختمان ټول غړی په شمول د هغه غړو چې د زلزلې قوې په وړاندی د مقاوم سیستم برخه هم نه وی
باید د زلزلې قوې په وړاندی ډیزاین شی ،په استثنا د هغه چې د ستندرد لخوا معاف
شویASCS7-05(section 12.4) .
د سایزمیکې بارونو تاثیرات د نارملی ،عرضی او انحنایی اجزاو د قوو په شکل د افقی او عمودی
سایزمیکې قوو مجموعه ده.(Section 12.4.2)( .
د زلزلې بار تاثیر Eباید د الندی څرګندونو مطابق السته راوړل شی.
د زلزلې د افقی بار ( (Ehتاثیر کوالی شو د الندی معادلی مطابق السته راوړو.
زلزلې د عمودی بار ( (Evتاثیر کوالی شو د الندی معادلی مطابق السته راوړو.
21
𝐷 𝑆𝐷𝑆𝐸 = 𝜌𝑄𝐸 + 0.2
1: 1.4D
22
( )۵:۲شکل
دریم څپرکی
23
برخو کی یو شان ویشل شوی وی ،په دی میتود کی د ګډی کاعدی دیوال محاسبه کیږی او بیا په ټول لوړ
والی باندی ویشل کیږی.
د IBC 2006کوډ د Section 1613,3څخه په استفادې سره د ساختمان نوعیت یا ډول ټاکلې شو،
نوموړی کود ساختمانونه د اهمیت له مخی په څلورو ګروپونو ویشی.
)1کم اهمیت لرونکی ساختمانونه -:هغه ساختمانونه چې دهغي ویجاړیدنه نسبتا د کم تاوان سبب
ګرځي او د تلفاتو احتمالی اندازه پکی ډیره کمه وی لکه ګدامونه ،د چرګانو فارمونه او داسی نور.
)2منځنې اهمیت لرونکی ساختمانونه -:پدی ګروپ کی هغه ساختمانونه شامل دی چې په نورو
دریو ګروپونو کی نه راځی ،لکه مسکونی ،اداری او تجارتی ساختمانونه ،هوټلونه ،څو پوړیزه
پارکینګونه ،انبارونه ،کارګاوی ،صنعتی ساختمانونه او داسی نور.
)3زیات اهمیت لرونکی ساختمانونه -:دغه ګروپ دی دریو برخو درلودونکی دی.
هغه ساختمانونه چې دهغی ویجاړیدنه د زیاتو تلفاتو سبب ګرځی ،لکه مکتبونه،
جوماتونه ستیدیومونه ،سینماګانی ،دغونډو صالونونه یا ټول هغه سربند ځایونه چې هلته د
راغونډیدونکو کسانو شمیر له 300څخه زیات
وی.
هغه ساختمانونه چې دهغی ویجاړیدنه دملی شتمنۍ د ضایع کیدو باعث ګرځې ،لکه
موزیمونه ،ارشیفونه ،کتابتونونه او یا په مجموع کی ټول هغه مرکزونه چې په هغه کی
ملی مدارک او اسنادونه ساتل
کیږی.
24
د ساختمانونو لپاره د اهمیت ضریب ( )Importance Factorsکوالی شو ( )Table 11.5-1څخه واخلو.
د زلزلې د ډیزاین کتګوري ( -:)Seismic Design Categoryدا ویشنه ساختمان د زلزلې د شدت او د
تعمیر د موقیعت په اساس ویشي ( ،)Section-1613.5.6چې د ( )SUGاو ډیزاین طیفی موثرتعجیل مطابق له
(> )table-1613.5.6<1او (> )table-1613.5.6<2جدولونو څخه اخستل کیږی.
25
د موقعیت صنف بندی ( IBC -: )Site Classموقیعتونه د اساس خاوری د ځانګړتیاو پر بنسټ په
A,B,C,D,Eاو Fډولونو ویشلی دی( .)section-1613.5.2چې کوالی شو په ( )tabel-1613.5.2کی
یی وګورو.
د هغو ساختمانونو لپاره خاص مقررات چې د زلزلې د قوې تر اثر الندې دي-:
26
د ) )ACI 2011کوډ SECTION20,1,19,1او 2,1,1هغه ساختمانونه چې د زلزلې قوې د اثر الندې
دي په پنځو ګروپونو ویشلي دي چې A,B,C,D,Eاو Fڅخه عبارت دي چې دغه پنځه ګروپونه یي په
الندې دریو برخو کی شرحه کړي دي.
1ـ د D,Eاو )SDC( Fکتګوري :هغه ساختمانونه پکی شامل دي چې د زلزلې د پیښیدو زیات خطر موجود
وي ،او د ځمکی د زیات خوریدلو احتمال وي.
2ـ د )SDC( Cکتګوري :په دغه کتګوري کی د زلزلې د پیښیدو ساحه معتدله یا محدوده وې او د ځمکی
د خوریدلو احتمال هم په میانه ډول وي.
3ـ د Aاو Bد زلزلې د ډیزاین کتګوري :په دغو ساحو کی کمې زلزلې پیښیږي او خطر یی هم کم وې او
د ځمکی خوریدل یی په نیشت حساب دي.
هغه ساختمانونه چې په D,Eاو Fد زلزلې د ډیزاین کتګوری کی موقیعت لري د ډیزاین خاصو مقرراتو او
قوانینو ته ضرورت لري او خاص مومنټ فریمونه او shear wallsباید ډیزاین شي ،او هغه ساختمانونه
چې په Cکتګوري کی واقع دي په متوسط ډول سره د مومنټ فریمونو او دیوالونو ډیزاین ته ضرورت لري
چې د زلزلې خطر رفع کړي ،او د Aاو Bکتګوریو لپاره خاص مقررات د ډیزاین نشته.
۱ـ د مومنټ ځانګړي فریمونه( :)Special Moment Frameدغه فریمونه عبارت د هغه ساختماني
سیستم څخه دې چې د زیاتې زلزلې قوې په مقابل کی ډیزاینیږي او یا د زلزلې زیاته قوه برداشت کوالې
شي.
ددغه سیستمونو د ډیزاین لپاره کوډ الندې شرطونه وضع کړي دي.
۱ـ دغه مومنټ فریمونه به خاص د کږیدلو ( )Bendingپه مقابل کی واقع وي ،لکه بیم.
-۲یا به دغه مومنټ فریمونه د Bendingاو Axialقوو په مقابل کی پراته وي ،لکه .Column
27
( )۵:۳جدول عکس العمل ضریب
28
SD1= Spectral Response Acceleration Coefficient for One Second Periods
SMSد سنجشي طیف اصالح شوې عرض ده د لنډ پریود لپاره)0.2 Second(.
SM1د سنجشي طیف اصالح شوی عرض دې د یوې ثانیی پیریود لپاره.
Ssد طیف ( )spectralتعجیل دې د لنډ وخت پریود لپاره چې د سیسمکی نقشو څخه چې د افغانستان لپاره
د USAIDلخوا برابرې شوې دي اخیستل کیږي او یا هم د کوډ له جدول څخه اخیستل کیږيSection ( .
)1613.5.1
S1د یوې ثانیی پریود لپاره د طیف تعجیل دې چې دا هم د نقشو او یا له جدول څخه اخیستل کیږيSec-( .
)1613.5.1
site coefficient Fv, Faدي چې ASCE 1613-5,2یا هم ) ASCE1613 5,3 (1او )1613-5,3(2
له جدولونو اخیستل کیږي.
ضریبونه په الندی جدول کی ښودل شوی دی 𝑆𝑆 او 𝑆1د افغانستان د مختلیفو مناطقو لپاره د.
29
( )۱:۳شکل د افغانستان د زلزلې زونونو نقشه
30
( )۲:۳شکل د زلزلې شدت اړیکه د ځمکی حرکت سره
𝐹A = 1 𝐹 اوV = 1.5.
)category D( .
32
Lower limit = 0.01
𝑆𝐷1 0.51
= Upper limit 𝑅 = 8 = 0.121
) (𝑇 ×0.526
𝐼 1
USE 𝐶𝑠 = 0.106
𝑊 𝑉 = 0.106𝑊 = 10.6%
څرنګه چې Ta =0.526secد kالسته راوړلو لپاره د خطی انترپولیشن څخه استفاده کوو.
𝑘 = 1.013
33
( )۹:۳جدول د پوړونو عرضی او افقی قوې
ټول ساختمانونه باید د ستاتیکی او ډینامیکی تحلیل په نتیجه کی ډیزاین شی ،په IS1893کود کی هم د
ساختمانونو د ډیزاین لپاره د الندی شرطونو په شتون کی له دواړو میتودونو څخه استفاده شویده.
34
)1منظمی ودانی ) : (Regular Buildingټولی هغه ودانی چې په IVاو Vزون کی واقع وی او
لوړوالی یی له 90mڅخه کم وی د ستاتیکی تحلیل تر سره کیږی
)2غیرمنظمی ودانی ) : (Irregular Buildingټولی هغه ودانی چې په IVاو Vزون کی واقع وی
او لوړوالی یی تر 12mکم وی .او هغه ودانی چې په IIاو IIIزون کی واقع وی او لوړوالی یی
له 40mڅخه کم وی د هغی لپاره یوازی ستاتیکی تحلیل صورت نیسی .ددی ودانیو لپاره ډینامیکی تحلیل
اړین نه ده مګر کول یی ښه کار ده.
35
) )۵:۳شکل د هند سایزمیک زون نقشه
36
No Factor
1 Service, Community & Emergency 1.5
Buildings (Hospital, School, Monument,
Telephone exchange, Television / Radio
Station, Fire station, Railway station,
cinema hall, power station etc.)
2 All other buildings 1
) جدول زون فکتور۱۱:۳)
Sl Description Natural
No Period (s)
1 R C frame buildings 0.075 h0.75
2 Steel frame buildings 0.085 h0.75
3 Other buildings (eg masonry) 0.09 h⁄
√d
4 Earth embankments 2.9H/Vs
مطابق اساسی دورهIS-1893 ) جدول۱۴:۳(
Fundamental Period
(Moment resisting frame with in-fill wall)
38
Short direction
h 15
Natural Period، T𝑎 = 0.09 = 0.09 = 0.374𝑠𝑒𝑐
√d √13
Long Direction
h 15
Natural Period، T𝑎 = 0.09 = 0.09 = 0.246𝑠𝑒𝑐
√d √30
Spectral Acceleration
Type of soil: Medium Soil
For T𝑎 = 0.374𝑠𝑒𝑐 and T𝑎 = 0.246𝑠𝑒𝑐
Sa ⁄g = 2.5
Zone factor: For Zone II, Z = 0.36
Importance Factor: I = 1.0
Response Reduction Factor: R =4.0 (SMRF)
39
( )۱۵:۳جدول IS-1893مطابق د پوړونو چپه کیدنه ،عرضی قووی او افقی قوې
څلورم څپرکی
.۱.۴نتایج او مناقشه:
پدی فصل د پورته ترسره شو مطالعاتو او محاسباتو نتایج سره مقایسه کوو.
.۲.۴د زلزلې له اثره د اساس د قوې پرتلنه()Base Shear, Story Shear ,Overturning moment
د اساس قوې پرتلنه :د محاسبی په نتجه کی د IBCمطابق د اساس قوه 250.02د IS 1893په مطابق
265.35په tonسره په الس راغلی ده نو ویالی شو چې په IS 1893کی د اساس قوه نظر IBCته
زیاته ده.
40
د پوړونو د افقی قوې پرتلنه :په الندی جدول کی د پوړونو افقی قوې قیمتونه او په شکل کی یی ګرافونه
پرتله شوی دی ،د ګراف څخه ښکاری چې په ورستی منزل کی افقی قوه په ISکی نظر IBCته لویه ده.
( )۱:۴شکل پوړونو افقی قوې پرتله ګراف ( )۱:۴جدول پوړونو افقی قوې پرتله
د چپه کیدنی مومنټ پرتلنه :په الندی ګراف کی د چپه کیدنی مومنټ پرتله شوی د ګراف څخه ښکاری
چې د ساختمان په اساس کی د چپه کیدنی مومنټ په ISکی نسبت IBCته لوی دی.
41
.۳.۴د داخلی قوو پرتلنه :پدی برخه کی انحنانی مومنټ او عرضی قوې ،نظر IBCاو ISکود ته
مطالعه کوو.
42
( )۲:۴جدول IBCمطابق B2,B1بیمونو او C2,C1پایو انحنایی مومنټ
43
( )۳:۴جدول IS-1893مطابق B2,B1بیمونو او C2,C1پایو انحنایی مومنټ
په الندی ګراف کی د IS 1893او IBCکودونو په مرسته د ترسره شوی تحلیل له مخی په B1او B2
بیمونو کی انحنایی مومنټ ګورو.
د ګراف څخه معلومیږی چې په اتکا کی مومنټ د IBCله مخی نظر IS 1893ته لوی دی خو د وایی په
منځ کی IBCله مخی نظر IS 1893کوچنی دی.
.۲.۳.۴عرضی قوې :د Cفرم په B1,B2بیمونو او C1,C2پایو کی عرضی قوې مطالعه کوو.
44
( )۶:۴شکل IBCمطابق B2,B1بیمونو او C2,C1پایو عرضی قوې
45
( )۷:۴شکل IS-1893د Cفرم عرضی قوې
په الندی ګراف کی د IS 1893او IBCکودونو په مرسته د ترسره شوی تحلیل له مخی په B1او B2
بیمونو کی عرضی قوې ګورو.
46
( )۸:۴شکل د IS-1893او IBCمطابق عرضی قوو مقایسه
د ګراف څخه معلومیږی چې په بیمونو کی عرضی قوې د IBCله مخی نظر IS 1893ته لوی دی.
.۴.۴د ساختمان د بیځایه کیدنی پرتلنه :پدی برخه کی د ساختمان جانبی تغیر شکل د IBCاو IS 1893
له مخی ښودل شوی.
47
( )۹:۴شکل د IS-1893او IBCمطابق پوړونو جانبی تغیرشکل مقایسه
د پورته ګراف څخه معلومیږی چې په ورستی پوړ کی جانبی تغیرشکل د IS-1893له مخی زیات دی
نظر IBCته.
.۵.۴د ساختمانی عناصرو ډیزاین پرتلنه :په الندی جدول کی د دواړو کودونو له مخی اړین سیخانو
مساحتونه ښودل شوی دی .
IS-1893 IBC
Size Moment-IS Require rebar Moment Require rebar
Memb )(mm )(KN-m )(mm2 )(KN-m )(mm2
ers Left Right Left Right Left Right Left Right
top top top top
B1 400*350 -54.25 -81.54 455 612 -57.13 -90.29 425 681
B2 400*350 -61.47 -92.90 455 702 -65.23 -103.1 484 785
C1 350*350 -59.27 5515 -373.08 5468
C2 350*350 78.59 1696 44.42 1397
( )۷:۴جدول د IS-1893او IBCد سیخانو مساحت مقایسه
د پورته جدول څخه ښکاری چې په IBCکود کی د سیخانو مساحتونه زیات دی نظر IS-1893چې دغه
تفاوت ډیر کم دی
48
د بیم د امتدادي سیخانو لپاره ACI2011کوډ SECTION21,5,2الندې عمومي قاعدې او فرمول ذکر
کړي دي.
۱ـ امتدادي(طولي) سیخان د beamپه پورته او الندې برخو کی باید ېو د الندنیو انټروالو څخه وي.
۲ـ د اتکاء په مخ( )faceکی مثبت مومنټ باید د ½ د اتکاء د مخ د منفي مومنټ سره مساوي یا ترې لوی
وي.
۳ـ هیڅ یو د منفي او یا مثبت مومنټ د مقطعې باید د ¼ د آعظمي مومنټ مقاومت نه په اتکاء کی کم نشي.
49
متقاطع سیخ بندي :متقاطع سیخونه ددې لپاره ډیزاین کوو چې طولي سیخان پرې متکی وي او همدارنګه
د شیر مقابل کی مقاومت ولري.
د مومنټ فریم لپاره متقاطع سیخ بندي ( )hoopsد الندې وجو نه ډیزاین کوو.
۱ـ hoopsد هغه عنوي د برخې لپاره ضرورت ده چې دوه چنده د عرض اوتدوالی د supportد مخ نه
ولري،یا hoopsپه هغه ځای کی ضرورت چې د beamد yieldنقطې نه د 2hپه اندازه دواړو خواو ته
فاصله ولري.
۲ـ د (hoopsمتقاطع سیخانو) تر منځ فاصله sنه باید د الندې یوه قیمت څخه اضافه شي.
aـ d/4
12in – d
-۴متقاطع سیخ بندي د shearقوې د زغملو لپاره ډیزاینیږي او په دا ډول فریمونو کی د شیر قوه د الندې
فرمولونو په واسطه السته راځي.
− +𝑀+
𝑟𝑝𝑀 𝑛𝑙𝑢𝑤
𝑟𝑝
= 𝑙𝑉 +
𝑛𝑙 2
50
+ +𝑀−
𝑟𝑝𝑀 𝑛𝑙𝑢𝑤
𝑟𝑝
= 𝑟𝑉 −
𝑛𝑙 2
Mprاحتمالي د مومنټ مقاومت دې د بیم په اخر کی ،چې د الندې رابطې په واسطه تعینیږي.
51
𝑆𝑤𝑢 = 1.2𝐷 + 1.0𝐿 + 0.2
D=dead load
L=live load
انحنایی عناصر ډیر لږ د محوری تشنجاتو سره مخ کیږی نو ځکه باید د زلزلې د بار الندی د انحنایی
عناصرو د محوری تشنجاتو فکتور) (Feقیمت له ۰.۱څخه زیات نشی Fek.د کانکریټو فشاری کرکترستیک
مقاومت دی .د انحنایی عناصرو د پلن والی او ژوروالی نسبت له ۰.۳څخه زیات نشی .پلن والی باید له
۲۰۰mmڅخه کم نه وی .د انحنایی عناصرو ژوروالی باید د خالصی وایی د ژوروالی د ۱/۴څخه کم نه
وی.
ګاډر په ټو ل اوتدوالی کی باید دوه سیخان پاس او دوه الندی تر اخره وغزول شی.
د ګاډر د وروستیو برخو په الندی مخ کی د سیخانو اندازه باید د پاسنی مخ د سیخانو د اندازی له نیمایی
څخه کمه نه وی.
د ګاډر په هر ډول مقطع کی د پاسبیو او الندینیو مخونو د سیخانو اندازه باید د ګاډر د ورستیو برخو د
منفی مومنټ د سیخانو له ۱/۴سره برابر وی.
د ګاډر په هغه برخه کی چې له زیات مومنټ سره مخ وی سیخان یو پر بل کی بیر ) (Overlapنه شی.
52
په مارکیټ کی تر ۱۲mاو یا هم تر ۱۴mپه اوتدوالی سره سیخان پیدا کیږی نو کله چې له دی په
زیات اوتدوالی سره سیخانو ته اړتیا شی باید یو پر بل کی تیر) (Overlapشی دغه ) (Overlapباید د
پایی له مخ لری ورکول شی.
یو پر بل کی ننوتل ) (Lapد سیخ له کششی انکشافی اوتدوالی کم وی.
په هغه برخه کی چې سیخان یو پر بل کی ننویستل کیږی ) (Overlapعمودی ګژدومګونه هم باید
ورکړل شی.
په هره مقطع کی له ۵۰٪سلنه زیات سیخان یو پر بل کی تیر) (Overlapنه کړای شی.
دوی عمودی پریکوونکی قوې اخلی نو ځکه د پری کوونکی مایلو درزونو په وړاندی مقاومت کوی
دوی د کانکریټو د پړسیدلو یا ډډ راوتلو مخ نیوی کوی
دوی د طوالنی سیخانو د کړوپیدو مخنیوی کوی
د IS ۱۹۹۳:۱۳۹۳۰په کود کی د ګژدومکونو اړوند د اوسپنیزو کانکریټو لپاره سپارښتنی شویدی
oد ګژدومکونو قطر باید له ۶mmکم نه وی هغه ګاډرونه چې خاصه وایه یی له m۵څخه زیاته وی د
ګژدومکونو قطر یی له ۸mmکم نه وی
oد عمودی ګژدومکونو وروستی برخی باید په ۱۳۵درجو پوری د چنګک په شکل قات
oشی او ددی لپاره چې بیرته ایله نشی باید لږ تر لږه تر ds۱۰پوری نور هم وغزول شی
oد ګژدومکونو تر من ځ واټن باید د ګاډر د لوړوالی له نیمایی څخه زیات نه شی یعنی که د ګاډر لوړوالی
cm۵۰ژوروالی وی د گژومکونو تر منځ واټن له ۲۵۰mmزیات نشی.
oهغه سیخان چې د ګاډر د نورو برخو لپاره محاسبه شوی لکه قات شوی سیخان او یا مایل سیخان د زلزلې
لپاره نه محاسبه کیږی
53
oد ګاډر په وروستیو برخو کی دواړو څنګونو ته د d۲په واټن سره ګژدومکونو تر منځ واټن باید له دوه
الندی اندازو څخه زیات نشی
d/۴
د طوالنی سیخ د کوچنی قطر له ۸ځلی قطر زیات نشی خو په هیڅ حال کی له mm۱۰۰څخه
کم نه وی
oلمړنی ګژدومک باید له جاینټ څخه له mm۵۰زیات واټن ونه لری
54
پایی او د چوکاټ هغه عناصر چې له محوری بار او کږیدنی سره مخ وی
Column and Frame Member Subjected to Axial Load And Bending
پایی د ودانی هغه عمودی فشاری عناصر دی چې د محوری بار او د کږیدنی سره مخ وی په پایو کی دوه
ډوله سیخان اچول کیږی.
د عنصر ابعاد باید له ۲۰۰mmڅخه کم نه وی په چوکاټونو کی هغه ګاډر چې له مرکز تر مرکزه
یی واټن له ۵mزیات وی هغه غیر متکی پایی چې اوتدوالی یی له ۴mزیات وی تر ټولو کوچنی
بعد یی باید ۳۰۰mmکم نه وی.
د عنصر د مقطع د لنډو او نورو بعدونو تر منځ نسبت باید له ۰.۴کم نه وی.
د پایی اوتده (طوالنی ) سیخان
د اوسپنیزو کانکریټی پایو په حالت کی دا یو عام دود دی چې د پایو سیخان یو پر بل کی تیریږی د سیخانو
یو پر بل کی تیرول د کانکریټو او سیخانو په ډول پوری اړه لری.
د سیخانو یو پر بل کی تیرول یواځی د پایو د وسط په نیمایی کی باید وشی او د پایی د الندی او پاس
په وروستیو برخو کی ورنه کړل شی.
په یو وخت او یو پوړ کی یواځی ۵۰٪سلنه عمودی سیخان یو پر بل کی تیر lapشی.
د Lapپه ټوله برخه کی باید داسی ګژدومکونه واچول شی چې تر منځ واټن یی له ۱۵۰mmڅخه
زیات نه وی.
د پایی غځیدنه په الندی شکل کی ښودل شوی ده.
55
)aدوی د زلزلې له امله افقی پری کوونکی قوې زغمی.
)bدوی عمودی سیخان یو له بله سره یو ځای او کلک ساتی.
)cدوی د پایی د عمودی سیخانو د کړوپیدو مخه نیسی د کود له مخی د پایو د افقی ګژدومکونو لپاره
الندی ټکی باید په پام کی ونیول شی.
.aد دایروی پایو لنډ (عرضی) سیخان باید یا حلقوې وی او یا هم دایروی وی.
.bد مستطیلی مقطع لرونکو پایو لپاره باید داسی افقی ګژدومکونه واچول شی چې چنګکونه
یی ۱۳۵درجی زاویی سره وی په ورته وخت کی باید دا سیخان له چنګک کولو وروسته
هم د ۱۰dپه اندازه وغزول شی خو په هر حالت کی باید له ۷۵mmکم نه وی.
.cد ګژدومک هره برخه باید یا هر بعد باید له ۳۰۰mmزیات نه شی او که له دی زیاتولو ته
یی اړتیا وی نو باید په منځ کی یی یو تړونکی یا جوړه کمربند ورواچول شی.
.dد ګژدومکونو تر منځ واټن باید د افقی بعد له نیمایی څخه زیات نه شی.
56
ځانګړی ایساروونکی سیخان Special Confining Reinforcement
د پایو په وروستی برخه کی ګژدومکونه باید یو بل ته نږدی واچول شی دا ګژدومکونه باید په دومره اوتدوالی
سره واچول شی چې له الندی اندازو څخه کم نه وی.
57
پنځم څپرکی
د IBCکود دقت نظر ISکود ته زیات ده ځکه چې ISکود یوازی پنځه زونه لری چې د ټولو
سیمو لپاره له همدی پنځو زونونو څخه استفاده کوی خو IBCکود د USGS(United States
) Geological Surveyله مخی دهری سیمی لپاره جدا تعجیل ( )ground accelerationوړاندی
کوی.
د ساختمان د بیځایه کیدنی څخه په ډاګه کیږی چی په ) (ISکود کی بیځایه کیدنه نظر ) (IBCکود
ته زیاته ده.
د اساس قوې د محاسبی په نتجه کی د IBCمطابق د اساس قوه 250.02 tonد IS 1893په مطابق
265.35 tonسره په الس راغلی ده نو ویالی شو چې په IS 1893کی د اساس قوه نظر IBCته
زیاته ده.
د محاسباتو څخه معلومیږی چې په IBCکود کی د سیخانو مساحتونه زیات دی نظر IS-1893کود
ته چې دغه تفاوت ډیر کم دی.
په ISکود کی تر 8mmقطر سیخ پوری اجازه شته مګر په IBCکود کی تر 10mmقطر کوچنیو
سیخانو ته اجازه نشته چی په ساختمان کی ورڅخه استفاده وشی.
نو ویالی شو چې د IBCکود زمونږ د هیواد له شرایطو سره ډیر اړخ لګوی نو په دی اساس زمونږ د
څیړنو پایله ښیی چی په افغانستان کی باید د ودانیو سایزمیکی محاسبی IBCکود ته په کتو سرته ورسیږی
چی ځانګړنه یی نظر د ISکود ته دا ده چی د هری سیمی لپاره ځانګړی ځمکنی تعجیل لری حال ده چه په
ISکود کی یوازی پنځه زونونه په پام کی نیول شویدی.
.۲.۵وړاندیزونه :
د امریکا متحده ایاالتو د پراختیایی اداری USAIDله خوا د افغانستان سایزمیکی نقشی چمتو شوی
چی د هری سیمی لپاره ځانګړی تعجیلونه وړاندی شوی نو ویالی شو چې د IBCکود زمونږ د
هیواد له شرایطو سره ډیر اړخ لګوی وړاندیز کیږی چی په افغانستان کی د ودانیو سایزمیکی
محاسبی IBCکود ته په کتو سرته ورسیږی.
کومی نتیجی موی چی تر السه کړی د IBCکود دقت زیات ده نظر ISکود ته نو باید په ډیزاین
کی له IBCکود څخه استفاده شی.
وړاندیز کیږی چی د افغانستان د ساختمانی چارو اداره په ودانیو کی د سایزمیکی ډیزاین محاسباتی
قانون جوړ او د افغانستان په ټولو ښاورنو په توسعوی پالنو کی تطبییق او کنترول کړي.
58
مأخذونه
1. Earthquake Resistant design (NEF) Mohammad Hamid Elmy
2. Comparative Study of Indian Code and International Building Code
(IBC) in Seismic Assessment (Mohammed Musaib1 Prof. Mohammed
Moiz2)
59
لیکلړ
د جدولونو لیست
60
( )۱:۲جدول د ساختمانی مواد مشخصات
( )۲:۲جدول د پوړ بارونو پیداکول
( ) ۳:۲جدول د پوړ بارونو پیداکول
( )۴:۲جدول د بارونو ترکېب
( )۵:۲جدول د بارونو ترکېب
( )۱:۳جدول د اهمیت ضریب
( )۲:۳جدول ډیزاین کټګوری
( )۳:۳جدول ډیزاین کټګوری
( )۴:۳جدول موقعیت صنف بندی
( )۵:۳جدول عکس العمل ضریب
( )۶:۳جدول عکس العمل ضریب
( )۷:۳جدول د موقعیت ضریب
( )۸:۳جدول د موقعیت ضریب
( )۹:۳جدول د پوړونو عرضی او افقی قوې
) )۱۰:۳جدول زون فکتور
) )۱۱:۳جدول زون فکتور
) )۱۲:۳جدول ځواب کمولو ضریب
( )۱۳:۳جدول IS-1893مطابق ( )Sa/g
( )۱۴:۳جدول IS-1893مطابق اساسی دوره
( )۱۵:۳جدول IS-1893مطابق د پوړونو چپه کېدنه ،عرضی قووی او افقی قوې
( )۱:۴جدول پوړونو افقی قوې پرتله
( )۲:۴جدول IBCمطابق B2,B1بیمونو او C2,C1پایو انحنایی مومنټ
( )۳:۴جدول IS-1893مطابق B2,B1بیمونو او C2,C1پایو انحنایی مومنټ
( )۴:۴جدول IBCمطابق B2,B1بیمونو او C2,C1پایو عرضی قوې
( )۵:۴جدول IS-1893مطابق B2,B1بیمونو او C2,C1پایو عرضی قوې
( )۶:۴جدول د IS-1893او IBCمطابق پوړونو جانبی تغیرشکل مقایسه
( )۷:۴جدول د IS-1893او IBCد سیخانو مساحت مقایسه
لیکلړ
61
د شکلونو لیست
62
63