Professional Documents
Culture Documents
- Pashtoامي او ادبي ليکنې
- Pashtoامي او ادبي ليکنې
ګوروګنټال
1/3
By Admin Pukhto.Net - May 09, 2020
ګوروګنټال
د شنو چايو پۀ اردل کښې چې حاضر شوم نو عالمه سنجري صېب هم چُر ت اونیوۀ
عالمه صېب د خدائې سره ډزې کولو ته بعضې خلق "جرات" وائي او دغسې شرابو ته شربت؟
یره !! دې باریکو مسئلو سره ستا څۀ سروکار دے ؟ تا به څۀ نه څۀ تحریف ،تعطیل ،تکییف ،تغییر اؤ تمثیل لوستے وي،
ډېر مختصر وضاحت تا پۀ خپل دریم کتاب (خوبونه پۀ ورغوي) کښې کړے دے ،خو دغه وضاحت پۀ نن دور کښې
ناکافي دے
تاسو ته به علم وي چې مونږ ته نن د "ایلومیناټي" د خفیه ګروه نه زیاته خطره د هغه خلقو نه ده کوم چې د (ُيَح ِّر ُفوَن
اْلَك ِلَم َع ن َّمَو اِض ِعِه ) پۀ مصداق معنو کښې د جدیدیت پۀ نوم تحریف کوي او دغه د تغییِر معنٰی منونکي دې لۀ د تاویل یا
جدیدیت نوم ورکوي ،خو هن !! هر تاویل مذموم نۀ وي بلکې في الحال زما کار ستا د دوو پوښتنو سره دے
دغې "جرات" او "شربت" دومره اوکړه چې اصل معنا ئې معطله کړه اؤ د تحریف د الرې غېر مرادي معنا ترې د تاویل
پۀ نوم ثبت شوه
داسې تفسیر کونکو ته مونږ پۀ علمي دنیا کښې "محرف" وایو ځکه دغه څېړنکار یا شرح کونکي د ټکي حقیقي معنا
معطله کړه او یو غېر غوښتونکي معنې ته ئې رامنتقل کړه چې دا لوی تحریف دے ،کۀ دغه د کم علمي لۀ وجې وي نو
ګمراه دے اؤ کۀ قصدًا عمدًا خبرو له جواز کتل ئې موخه وي نو داسې نقاد اؤ شارح ته به مونږ کاذب وایو او داسې
تحریفات د فتنو نه خالي نۀ وي
ستاسو پۀ ادبي او سیاسي دنیا کښې ډېر داسې ګوروګنټاالن شته چې مستقل دغه کار ته ئې مال تړلې ده اؤ د نوې ُک ل
خصمانه کوي نو رد ئې پکار دے
خيام يوسفزے
۸/۵/۲۰۲۰
پېنځلسمه روژه
2/3
Total Articles : 14
3/3