Professional Documents
Culture Documents
تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
فهرست
ه عنوانون
مخ
سريزه3...................................................................................................................................
لمړۍ فصل4.............................................................................................................................
دتکنالوجۍ مفهوم 4..............................................................................Concept of Technology
دتکنالوجۍ پراختيااونشرول6.........................................................................................................
تکنالوجۍ اودهغې پراختيا (مثبت رول)7..........................................................................................
دتکنالوجۍ انتقال پرمختيايي هيوادونوته10........................................................................................
دتکنالوجي دانتقال موسساتي عوامل12.............................................................................................
صنعتي تمرکزاودتکنالوجۍ انتقال13...............................................................................................
گڼ مليتي تصديگانې اودتکنالوجۍ انتقال13.......................................................................................
دگڼ مليتي تصديگانولخوادتکنالوجي دانتقال گټې اومصارف14...............................................................
دتکنالوجۍ دانتقال اقسام15...........................................................................................................
دتکنالوجۍ انتقال دعمومي معلوماتودانتقال په ذريعه 17............................................................ .1
دتجارت په ذريعه دتکنالوجۍ انتقال17................................................................................: .2
داليسنس په ذريعه دتکنالوجۍ انتقال17...............................................................................: .3
دتخنيکي معلوماتوپه ذريعه دتکنالوجي انتقال17.................................................................... : .4
دمستقيمې سرمايگذاري په ذريعه دتکنالوجۍ انتقال17.............................................................: .5
دوهم فصل 20...........................................................................................................................
نوې تکنالوجۍ20.......................................................................................................................
الف:ميکروالکترونيک اواطالعات22..............................................................................................
ب :نوي مواد 23.......................................................................................................................
ج:بيوتکنالوجي (تکنالوجي زيستي)24.............................................................................................
دوريم فصل 25..........................................................................................................................
دتکنالوجي رول ديوهيواددملي اقتصادپه سکتورونوکې25.....................................................................
دتکنالوجې رول دصنعت په سکتورکې25.........................................................................................
دتکنالوجۍ رول دزراعت په سکتورکې27........................................................................................
دترانسپورت په سکتورکې دتکنالوجۍ رول30...................................................................................
مخابرات 34...................................................................................................Communication
نتيجه گيري 37..........................................................................................................................
وړانديزونه38...........................................................................................................................
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
2 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
سريزه
بشري پرمختگ اوالسته راوړنې دوخت په اوږدوکې دتخنيکي مهارتونوپه اساس رامنځته شوي دي.
که مونږلږڅه وړاندي فکروکړونودابه راته جوته شي چې داقتصادي پرمختگ په پړاونوکې تکنالوجي
څومره اهميت اورول درلوده.
دصنعتي انقالب څخه وروسته دنړي په مختلفوسيموکې اختراعات اوکشفيات رامنځته شول
.لکه،دبخارماشين ،دحمل اونقل وسايل ،بحري الري اوترانسپورت اوداسې نور.....
دوخت په اوږدوکې دغه اختراعاتواوکشفياتواوتکنالوجيکي تغيراتوپه برخه کې زياتوالي اوسرعت
رامنځته شوو .چې پدې برخه کې ځينوملکونوزيات پرمختگ وکړواوځينوملکونودمختلفوعواملوپه
اساس ونشوکولي چې خپل اقتصادته پرمختيا ورکړي .همدارازدشلمې پيړي په اوږدوکې تکنالوجي
دومره پرمختگ وکړوجې بشريي دژونديونوي پړاوته داخل کړو .دتخنيکي مختلفووسايلوپرمختگ په
مختلفوساحوکې زيات تحول رامنځته کړو لکه،دتيزرفتاره پرانسپورت په رامنځته کيدوسره تجارت
زياته وده وکړه همدارنگه دکمپيوتر،انترنيټ اونوروارتباطي وسايلوهم پدې برخه کې دومره آسانتياوي
رامنځته کړي چې په آساني سره يي تصورکول هم گران دي .
پدې ترتيب دتخنيکي اوفني ظرفيتونوپه زياتيدوسره چې تکنالوجيکي تغيرات يي اساس جوړوي
ديوهيواددملي اقتصادټولو سکتورونوته زياته پرمختيا په برخه کړه .دزراعت لپاره ډيرزيات ماشين
آالت ،دآفاتودمخنيوي دواگاني،کيمياوي سرې اواصالح شوي تخمونوپه رامنځته کيدوسره دزراعتي
محصوالتو توليدکې څوچنده زياتوالي راغي چې دغله جاتونړيوال مارکيتونوهم پراختياوموندله
.همدارنگه دصنعتي مختلفواقالموپه رامنځته کيدوسره داخلي اوخارجي بازارونوپراختيا پيداکړه
اوهمدارنگه داخلي اونړيوالي سوداگرى سطحې يوپرمختللي شکل ځانته غوره کړه اوهم يي سرعت
اوپراختيا پيداکړه.
په مجموع کې تکنالوجي داقتصادي پرمختياپه برخه کې ډيرچټک تحول رامنځته کړي چې ويلۍ
شوپرته دتکنالوجى څخه اقتصادي پرمختگ يوناشونى کاردى.
که چيرته مونږ خپل چاپيريال ته نظرواچوونووبه گوړچې دغه چاپيريال کې ټول اجناس اوخدمات
دتکنالوجۍ له برکته رامنځته شوي.پدې اساس دنوي تکنالوجۍ ډيرچټک پرمختگ نړي سره داسې
نښلولې چې اوس يې ديوکلي شکل غوره کړي اوهرڅوک کولي شي چې په څودقيقوکې دنړي دهرگوټ
څخه ځان خبرکړي .تکنالوجيکي پراخه تغيرات داقتصادي پرمختيا داصلي عامل په توگه شمارل کيږي
چې الکترونيکي انقالب په نړيوال توليد،ارتباطات،مالي امور،حمل اونقل اوداسې نوروبرخوکې
يوسترتحول راوستۍ چې پدې ترتيب دنوي تکنالوجۍ جذب دتوليددزياتوالي اوپه اقتصادي پرمختياکې
ډيره مرسته کوي.
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
3 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
لمړۍ فصل
دتکنالوجۍ مفهوم Concept of Technology
دتکنالوجې اصطالح اوياتکنالوجيکي تغيرات يوپراخه اوڅواړخيزه مفهوم لري.
تکنالوجۍ دبشري پوهې هغه ذخيره ده چې په صنعتي فعاليتونوکې ورته نسبت ورکول کيږي
چې دغه پوه په بشري مهارتونو،اجتماعي سازمانونو،دتوليدسامان آالت اوپه اقتصادي
زيربناکې مجسم شوي ده اودتوليددمقداراوانواعووزياتوالي اوجنسيت دبهبودلپاره په اقتصادکې
منعکس کيږي.
اکتشافات اواختراعات په علمي ساحه کې کچيرته دصنايعوپه برخه کې وي دتکنالوجيکي
تغيراتوباعث گرځي.
دتکنالوجيکي تغيراتونسبت په تکنالوجۍ کې دتغيروخت پورې اړه لري .په هره اندازه
داقتصادي سکتورونوزيات تعدادچې په تکنالوجېکي تغيراتومجهزوي په هماغه اندازه
دتکنالوجۍ تغيرپه اقتصادکې زيات وي.
تکنالوجې پرته لدي چې دتوليداومؤلديت په ښه والي اوزياتوالي کې شامل ده بلکې
دنوواجناسودتوليدي مناپيداکول،دتوليدنوې طريقې ،دتوليد دجنسيت
بهبوداودوسايلواوعواملودنسبت زياتوالي په اقتصادکې ده.
يا په بل عبارت دتکنالوجۍ دتغيرپه اثرنه يواځې دتوليدپه مخکينۍ طريقوکې تغيررامنځته کيږي
بلکې په عين حال کې دتوليد نوې طريقې هم کشفيږي.
نه يواځې دتوليددمادي عواملوزياتوالي دتکنالوجې دتغيراتوپه نامه ده بلکې
دکارګرانودمهارتونوبهبود،منيجران اودتوليدسازمان ورکوونکي هم دتکنالوجيکي
تغيراتوترنامه الندې راځي.اوپه عين حال کې تعويضي امکانات اوتوليدي مودونه هم په
تکنالوجېکي تغيراتوکې شامل دي پداسې حال کې چې تعويضي امکاناتوتوليدي کفايت زيادکړي
همدارنگه ممکن نوې منابع کشفې شي اوياهغه منابع چې تراوسه ديوجنس دتوليدلپاره
پکاراچول کيدل کيداي شي چې دنوواجناسودتوليدلپاره پکارواچول شي .
تکنالوجيکي تغيرات ( )Feed Backeاثرات هم لري ځکه چې دتکنالوجۍ په تغيرسره توليدکې
زياتوالي راځي اودې سره عايداوپس اندازاوړيږي اونوي سرماه تشکليږي.
اوددې سرمايي څخه استفاده دطبعي منابعودزياتوالي لپاره په مصارفوکې کموالي راولي اوتوليد
اومؤلديت اندازه اضافه کوي.
تکنالوجيکي تغيرات اودنوي تکنالوجۍڅخه استفاده په پرمختيايي هيوادونوځينې تاثيرات هم
لري .پدې معنا چې ديونوي ماشين څخه په استفادې سره په توليد کې دتوليدپخواني وسايل
دتوليد دعملې څخه بيرونوي اوياپخواني ترالسه شوي مهارتونه بيهوده اوغيرې قابل
تقاضاگرځوي.
مثًال :کلچې يوتراکتورداستفادې الندې راشي نويوغ اواسپارې ته ضرورت کميږي اوهغه خلک
چې دغه وسايل يي جوړول بيکاريږي پدي ترتيب سره ددغه خلکودوباره دستخدام لپاره
ديولنډوخت لپاره يوتوافق پکارده چې دغه بيکارول په پرمختللوملکونوکې
اونووتوافقاتورامنځته کيدل يوتدريجي شکل درلود.مگرنن سباپرمختيايي هيوادونه چې
دتکنالوجيکي سريع تغيراتوپيروي کوي پدې ملکونوکې دعدم توافقاتوساحه پراخه شوي
اوبعضې دايمي مشکالت پدغه هيوادونوکې پيداکيږي١)1( .
دتکنالوجۍ پراختيااونشرول
دتکنالوجۍ پراختيادمتعددوعواملوپورې تړاو لري ،چې دمنافعو اوزياتونوانتظار،دسرمايه
گذاري مصارف ،دشرکتونودتوليد اوبازارموندنې امکانات اوپه کارکې داستعماليدونکومنابعو
مصارف ددغوعواملو له جملې څخه دي.
اوس داختراعاتواوهغې څخه دعملي استفادې په وخت کې کموالي رامنځته شوي دتکنالوجۍ
پراختيا اوپرمختيا په متحده اياالتو اوجاپان په هيوادکې نسبت دغربي اروپا هيوادونوته سريع
ده اوددې علت دصنعت اوعلمي مرکزونودارتباط په برخه کې نژدې والي اودنوې تکنالوجۍ په
برخ کې دمتخصصوافرادوزياد تحرک ده .
دنوې تکنالوجۍ پراختيا په هغوهيوادونوکې سريع (چټک) ده چې دلوړفني اومالي منابعو څخه
برخورداره وي.
جاپان د ١٩٥٠څخه تر ١٩٨٦کلونوپه اوږدوکې د ٣٠٠٠٠نوعه څخه زيات تکنالوجيکي اقالم
دخارج نه ترالسه کړي وو.
پرمختيايي هيوادونه نسبتًا پراخه بازارپه لرلوسره اوهمدارنگه دحمل اونقل اوارتباطاتوله الرې
دتکنالوجۍ په انتقال اوپراختياکې سرعت رامنځته کړي.
چې دتکنالوجۍ دانتقال مختلف کانالونه وجود لري .
لکه تجارتي اوغيرې تجارتي.
دغيرې تجارتي کانالونوښه مثال فني کومکونه ددولت لخوا ده .اوتجارتي کانالونوکې مستقيم
خارجي سرمايه گذاري ،مشترک سرمايه گذاري اوداسې نورشامل دي.
همدارنگه دبين المللي همکاريواستراتيژي دتکنالوجۍ په پراختيا اوانتقال باندې تاثيرلري
اودانتقالي تکنالوجۍ عمده برخه پرمختيايي هيوادونوته له دې طريقه ترسره کيږي.
دپرمختيايي هيوادونوله جملې څخه ځينې هيوادونه چې نسبت نوروپرمختيايي هيوادونوته
دپرمختگ په حال کې دي لکه ،هند،برازيل ،آرژانتين،تايوان ،چين اونورچې په دې
وروستيولسيزوکې دسرمايوي اجناسوانوي تکنالوجې دصادرونکوپه بڼه ظاهرشوي دي.
دتکنالوجۍ تيزه پراختيااودهغې انتقال پرمختيايي هيوادونوته ،نوموړو هيوادونوسره ددې
مرسته وکړه چې دخپل ضرورت وړتکنالوجۍ په نازل قيمت وارد کړي اودغه هيوادونه بايد
دخپلوتکنالوجيکي ظرفيتونوپه لوړوالي اودفني مهارتونوسره سره دنوې تکنالوجې په پراختيا
کې زيات تالش وکړي٢)1( .
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
6 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
اوهغه خپل ملک ته وارده کړي اوټولوتصديوته دهغې څخه داستفادي آزاد اورايگان حق
ورکړي .چې پدې ډول دانحصارشکل منځته نراځي.
اقتصاددانان دتکنالوجي دتغيرپه نسبت دهغې انتشاراوپرامختيا په هکله زياته عالقه لري .ځکه
چې دتکنالوجې نشرول په پرمختيايي ممالکوکې دپرمختللوهيوادونوپه څيردپرمختيا
دتقليدطريقه ده .
يوبل عالم W.Satterوايي چې اقتصادي شرايط دتکنالوجېي دسرعت وخت تعينوي
.مگرمعين کوونکي اودتکنالوجۍ دپراختيا مهم عامل ديوصنعت تصديگانوپه منځ کې په کمه
موده کې دگټې ترالسه کول دي .
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
7 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
8 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
انکشاف يافته هيوادونودحاالتومطابق استعمال کولي شي .گڼ مليتي کمپني داخلي تصديگاني
ددې جوگه کوي چې هغوي دنړيوالي بازارڅخه قرضونه حاصل کړي .
.6گڼ مليتي تصديوپه وجه باندي په داخلي يا کوربه هيوادونوکې درقابت توان پيداکيږي
اودوسايلومعياري تقسيم صورت نيسي .دکارپه استعدادکې اضافه والي راځي .که چيري
دغه خارجي سرمايه گذاري نه موجود نودتعارفي په بنياد باندي په هيڅکله هم داخلي
صنعتونوخپلومصارفودکمولوکوشش نه وي کړي.
مصارف:
.1گڼ مليتي تصديگانې سرمايه جذبونکي تکنالوجي انتقالوي .دغه تکنالوجي
دهغوهيوادونولپاره غيرمناسبه ده چې هلته دمخکې نه دمزدورانوتعدادزيات وي .
.2دگڼ مليتي کمپني سره غټ وسايل موجودوي هغه ددې پرځاي چې په داخلي تصديگآنوکې
درقاپت توان پيداکړي هغه له منځه وړي اواجاره دارانه (انحصاري) حيثيت اختياروي.
.3که جيرته گڼ مليتي تصديگاني غريبوهيوادونوته غيرمناسب قسم تکنالوجي ورکوي اودهغې
سره دداخلي وسايلواستعمالول هم ضروري وي نودهغې په نتيجه کې دوسايلوضايع کيدل
اوغلط استعمال هم معاشرتي مصارف ظاهروي.
.4گڼ مليتي تصديگانې چې په غريبوهيوادونوکې کوم اجناس جوړوي نودهغوي ډيرلوړقيمتونه
اصولوي .دغه تصديگاني دتکسونوڅخه دخالصيدوپه خاطرخپله گټه پټوي.
.5هغه وروسته پاتي هيوادونه چې په هغوي کې گڼ مليتي تصديگاني فعاليت کوي نوهغوي
خپلي گټلي پيسې خپلوهيوادونوته انتقالوي چې ددې انتقال په ذريعه هم په وروسته پاتي
هيوادونوباندې خراب اثرات غورځي )٣( .
پرمختللوهيوادونودفني ترقۍ اوتکنالوجۍ اوږدې الرې طي کړي نوځکه اوس دترقي په
لوړدرشل کې دي .مگروروسته پاتې هيوادونه دتکنالوجي دالسته راوړلولپاره مجبوردي چې
ددې واټن دطي کولوپه ځاي دپرمختللوهيوادونوڅخه تياره تکنالوجي ترالسه کړي اودهغې په
مرسته اقتصادي پرمختيا لپاره نهايت کوشش وکړي .اووروسته پاتي والي ته دپاي ټکي
کيږدي .له بلي خواپرمختيايي هيوادونه دتکنالوجي دپه کاروړلولپاره سرمايي اوساينسي علم
اوفن ته ضرورت لري .نوپدې اساس پدغه هيوادونوکې په ځينې مهموساحوکې پانگې اچونې
ته زيات ضرورت ده.لکه انرژي ،برق ،سرکونه اوداسې نور............
په پرمختيايي هيوادونوکې دپرمختللوهيوادونوتکنالوجۍ بايد دضرورت مطابق پکارواچول شي.
اوهغه ساحې چې زيات ضرورت ورته ليدل کيږي لمړي دتکنالوجۍ ترپوښښ الندې ونيول شي.
همدارنگه دپرمختللوهيوادونوتکنالوجۍ پرمختللي شکل لري نودهغې داستعمال لپاره په
وروسته پاتي هيوادونوکې فني اشخاصوته ضرورت ليدل کيږي چې دادپرمختيايي هيوادونوپه
وړاندې يوستونزه ده نوبايد دپرمختللوهيوادونودتکنالوجي دانتقال ترڅنگ دهغې داستعمال
اورواجولولپاره مؤثره تعليمي ورکشاپونه دپرمختللوهيوادونواونړيوالې ټولنې په مرسته ترتيب
شي .ترڅودغه ستونزه تريوحده پورې حل شي .له بل پلوه پرمختللي هيوادونه دخپلې گټې په
خاطرخپله تکنالوجۍ وروسته پاتې هيوادونوته صادروي نوپدې لحاظ دتکنالوجي انتقال نه
يواځې دوروسته پاتې هيوادونولپاره ضروري ده بلکې دپرمختللوصنعتي هيوادونولپاره هم
ضروري ده دتکنالوجي دانتقال مختلفې طريقې اواقسام دي چې په الندې ډول يي تشريح کوو.
.1دتکنالوجۍ انتقال دعمومي معلوماتودانتقال په ذريعه :پدې گروپ کې
دمواصالتواواطالعاتوله الري چې تکنالوجيکي معلومات پکې شامل دي په عمومي توگه
هرچاته ميئسره دي .پدې ډول تکنالوجي انتقال کې په عمومي توگه دمملکتونوترمنځ
دتکنالوجۍ په اړه معلومات انتقاليږي.
.2دتجارت په ذريعه دتکنالوجۍ انتقال :يوڅه مقداردتکنالوجۍ انتقال دنړيوال تجارت په
مرسته صورت نيسي په خاص طورسره داجناسوپه خرڅالوکې چې پدې گروپ کې خاص
اجناس اوهم سرمايوي تجهيزات شامل دي .
.3داليسنس په ذريعه دتکنالوجۍ انتقال :داليسنس په ذريعه دتکنالوجۍ انتقال دبين
المللي تکنالوجيکي تعاون يوحصه ده ادصنعتي هيوادونواووروسته پاتي هيوادونوپه
تعلقاتوکې شامل ده .دتکنالوجۍ دې قسم انتقال کېدصنعتي هيوادونواو وروسته پاتې
هيوادونوترمنځ دتکنالوجي دانتقال په اړه موافقتنامي امضاکيږي .اوددغوموافقتناموله
مخې تکنالوجې انتقاليږي.
.4دتخنيکي معلوماتوپه ذريعه دتکنالوجي انتقال :دتجارتي فعاليتونوپه برخه کې په
خاصه توگه دبين المللي تجارت په ذريعه اودمستقيمې سرمايه گذاري سربيره دولتي
تخنيکي کومکې پروګرامونه هم دتکنالوجي دانتقال په پروسه کې مهم رول لوبوي .پدې
قسم دترقي کومکي پروگرامونوکې په خاص طوردوروسته پاتي هيوادونوماهرينوته تعليم
اوروزنه ورکول دي اوهم وروسته پاتي هيوادونوته دخارجي ماهرينومعرفي کول دي .پدې
ترتيب سره په وروسته پاتې هيوادونوکې دتعليم په ساحه کې زياتوالي رامنځته کيږي .ددې
قسم تکنالوجيکي تعليم په انتقال سره وروسته پاتې هيوادونوته عملي تعليم هم انتقاليږي
چې په آينده کې دوي پخپله دتکنالوجۍ استعمال سره اشنا کيږي اوکولي شي چې تکنالوجي
پخپله استعمال کړي اواستفاده ورڅخه وکړي.
.5دمستقيمې سرمايگذاري په ذريعه دتکنالوجۍ انتقال :دتکنالوجۍ انتقال دمستقيمې
سرمايگذري په واسطه په خاص ډول دخارجې پانګه اچوونکي تصديوپه واسطه په
نړيوالومباحثوکې خاص مقام لري .دتکنالوجي دمستقيمې سرمايگذاري په واسطه وروسته
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
12 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
پاتي هيوادونوته تخنيکي معلومات انتقاليږي چې دغه تخنيکي معلومات دوروسته پاتي
هيوادونولپاره دخاص اقتصادي اهميت لرونکي ده .ددې قسمه تکنالوجيکي انتقال مهم
خصوصيت دادي چې خارجۍ تجارتي تصديگاني پدې قسم انتقال کې دضرورت وړتکنالوجي
اوتخنيکي معلومات وروسته پاتي هيوادونوته انتقالوي .اوپدې ترتيب ددې قسم
تکنالوجيکي انتقال خطرات هم په خپله غاړه اخلي نوپدې ډول وروسته پاتي هيوادونوته
اقتصادي ضربه نه رسيږي بلکې ددې قسم تکنالوجيکي انتقال په ذريعه له يوخوادغه
هيوادونوته تکنالوجي انتقاليږي له بلي خواورته تخنيکي معلومات هم انتقاليږي چې پدې
ترتيب ددوي دوروسته پاتي والي په لمنځه وړلوکې مثبته نتيجه ورکوي اوداقتصادي
پرمختيا سبب گرځي.
دتکنالوجۍ پورتني دانتقال طريقې دپرمختيايي هيوادونوپه اقتصادي پرمختيا کې رول لوبوي
خواکثره ماهرين له دغه جملې څخه دمستقيمې سرمايه گذاري په شکل دتکنالوجۍ انتقال ته
ډيراهميت ورکوي نوپدې لحاظ په الندې ډول يي گټې خالصه کوو.
.1پدې قسم انتقال سره پرمختيايي هيوادونوسرمايه کې زياتوالي راځي اوهم ئي
دتادياتوبيالنس قوي کيږي.
.2ددې قسم تکنالوجۍ دانتقال په ذريعه فني کارکوونکي روزل کيږي اوهغوي ته مهارت
انتقاليږي .
.3دوظيفواوکاروبارزياتوالي دعايددزياتوالي زمينه برابروي چې پدې طريقه دتکنالوجي انتقال
کې خلکوته دکاروبارزمينه برابريږي اوپدې ترتيب سره دهغوي دعايد سطحه لوړيږي .
.4ددې قسم تکنالوجيکي انتقال په ذريعه منطقه يي توليدات زياتيږي اوهم په زيربنايي
پروژوکې پرمختگ رامنځته کيږي .
.5په هغوهيوادونوکې چې داډول سرمايه ګذاري صورت نيسي نودهغوي په وارداتوکې کموالي
راځي اوپه همدې ترتيب ئې په صادراتوکې زياتوالي رامنځته کيږي.
.6په مختلفوسکتورونوکې دعالقه يي (منطقه ئي) اوساحوي منابعوڅخه مثبته اوگټوره
استفاده کيږي يعنې دمنطقې خام موادپه آساني سره دهيوادپه داخل کې پروسس کيږي اوپه
کارتماموموادوباندې بدليږي.
دپرمختگ دپالسي په ارتباط تکنالوجيکي انتقال دمخ پرودې هيوادونوپه اقتصادي پرمختياکې
مهم اومثبت اثرات ښودلي دي .ددې اثرات هم په مقداري اوهم په کيفي لحاظ ښکاره شوي دي .
ځکه چې دتکنالوجۍ په انتقال سره دمخ پرودې هيوادونودتوليداتوهم کيفيت ښه شوي اوهم ئي
دتوليداتوپه کميت کې ښوالي اوزياتوالي راغلي.
پرمختيايي هيوادونوکې دمستقيمې سرمايگذاري ډيره غټه ګټه داده چې دغوهيوادونوته نه
يواځې داچې سرمايه انتقاليږي له بلې خوانه دغوهيوادونوکې دسرمايي کمښت محسوسيږي
نوبنًا دغوهيوادونوته مختلف قسمه اجناس اوهم فني فکتورونه انتقاليږي .
سرمايه گذاري کوونکي تصديگانې چې په ابتدا کې ګڼ مليتي کمپني يا تصديگاني بلل کيږي په
نووتوليداتوکې پرمختگ راولي اونوي توليدي طريقې متعارفې کوي اوپه همدې ترتيب دغه
خارجي تصديگانې تصديگاني دتکنالوجيکي پرمختگ لرونکي دي .
دتوليداتولپاره اوداجناسودجوړيدولپاره ضروري علم ،تخنيگ ،مهارت دزياتوکلونوتجربه ،جديد
اداري تخنيکونه لري اوپه همدې ترتيب داتخنيک هم لري چې څرنگه توليدات خارجي اوداخلي
بازارونوته عرضه کړي .څرنگه چې دغه تصديگاني ددغه ډول کامياب انتقال مالکان دي نومخ
پرودې هيوادونه په دوي باندې تريواندازې پورې منحصرې دي .
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
13 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
دوهم فصل
نوې تکنالوجۍ
دنوې تکنالوجۍ پراختيا اودهغې رواج اونشرول په صنايعوکې اوپه يوهيوادکې داقتصادي
دتکنالوجي جورښت په تغيرکې ډيرمهم عامل ده.
داستعمال الرې چارې اوابتکارات چې لدې طريقه دنوې تکنالوجۍ په مرسته تازه محصوالت
پرمختللي هيوادونه ياپه توليد کې نوې مرحلې منځته راځي .
اوپرمختيايي هيوادونه دعلمي اوفني پرمختگ له لحاظه په متفاوته سطحوکې قرارلري .
اويوجدي مسله داده چې ددغوهيوادونوترمنځ په تکنالوجيکي فاصله کې ورځ په ورځ زياتوالي
راځي .په پرمختللوممالکوکې دځينې دانشمندانواومهندسانوتکنالوجيکي پرمختگ ديوشاخص
په حيث پيژندل شوي دي .چې نوموړي افرادپه پرمختيا يي هيوادونوکې دپرمختللي
هيوادونويوپرلسمه برخه جوړوي .اودغه نسبت دزياتوالي په حال کې ده .همدارنگه دعلمي
اوفني تحقيقاتودمصرف شاخص په پرمختللي هيوادونوکې د ٦٠ميليارده ډالروڅخه ١٩٥
ميليارده ډالروته رسيږي .اوهمدارقم په پرمختيايي هيوادونوکې د ١٠ميليارده ډالروڅخه
زياتوکم ښودل شوي ده .چې داتفاوت په ١٩٧٠او ١٩٨٠کلونوکي دري برابره شوي وو.
دتکنالوجيکي وروسته پاتي والي علت کولي شوچې په الندې عواملودضعيفتياله امله وښايو.
په مدرن توليد کې تسهيالت
مفيده پوهه ،تعليمي نظام
ښه مديريت اوسازمان
فني مهارتونه اوقابليتونه
په ياد شووعواملوکې ضعيفتيادوروسته پاتې والي ،فقراوديوباطل دورباعث گرځي .دلته بايد
دولتونه ددغې دورې ،فقراوورسته پاتوالي دلمنځه وړلولپاره مداخله وکړي .اوددې لپاره چې
ابداعاتواواختراعاتوپه پرختيايي هيوادونه دپرمختګ ،تکنالوجي
عزم اواراده ،زده کړه مسيرکې قدم واخلي اوشامل شي نوددې لپاره
اوتعليم ،اطالعاتوپه الس رسي ،دپرمختللولپاره دخطراتوقبول دتکنالوجيکي پرمختگ لپاره الزم
اوضروري ده .ديوهيوادتکنالوجيکي پرمختگ ددغه هيواد دپرمختگ لپاره يوضروري امردي.
اوپه نړيوال بازارکې درقابت لپاره يوتعينوونکي عامل دي.
په دپرمختيايي هيوادودصادراتي مصنوعاتوپراختيادهغوي رقابتي رول
نړيوال بازارکې زياتوي د ١٩٧٠او ١٩٨٧کلونوپه دوران کې ځينې پرمختيايي هيوادونه
په مرسته وتوانيدل چې خپل صادرات داجناسوپه برخه کې دلوړي سطحې تکنالوجي
پرمختللي هيوادونوته زيات کړي اودهغوي داجناسوسره په رقابت پيل وکړ ي .نوې تکنالوجي
کولي شو چې په پينځه برخوتقسيم کړو.
اطالعاتي تکنالوجي
دنووموادوتکنالوجي
بيوتکنالوجي (تکنالوجي زيستي)
فضايي اوهسته يي تکنالوجي
همدارنگه داقتصادي همکاريواوتوسعې سازمان ( ) DECDدنووتکنالوجيولپاره پينځه
مشخصې تعينې کړي.
.1دنواجناسواوخدماتووسيع توليد.
.2داجناسواوخدماتودتوليد دمصرف کموالي اويا دموجوده توليدي مرحلې بهبود.
.3په عمومي توگه په جامعه کې منل اوقبوليت .
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
14 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
15 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
الف:ميکروالکترونيک اواطالعات
دنړي مختلفو هيوادونوداطالعاتوپه برخه کې زيات تفاوت ليدل کيږي.
دمثال په ډول،په پرمختللوهيوادونوکې هرشخص ديوراديولرونکي
دي مگردالتينې امريکادکارئيب په حوزه کې ،عربي هيوادونوپه آسيا
اوافريقاکې دهرزرتنوڅخه په ترتيب ١٤٢، ١٦٢ ، ٢٤٢ ، ٣٢٧تنه راديولري
اودغه نابرابري دتليفون دخطوطوپه توزيع کې ښه په سترګوکيږي .
اوپه کال ١٩٨٧کې داروپا په قاره کې ، ١٥٤٫٤ميليونه دتيلفون خط په
افريقاکې کارمشغول وو .دارقم په شمالي امريکا،آسيا،التين امريکا،استراليااو
په ترتيب سره ٨٫٤، ٢١٫٧، ١٢٦٫٢، ١٣٦٫٨او ٦٫٥ميليونه وو.
دتيلفوني خطوطوتعداددهرزرتنولپاره په امريکاکې دالتينې امريکالس چنده دآسيادولس چنده
اودافريقاداته څلويښت چندوسره برابرده.
په اطالعاتي برخه کې دتکنالوجۍ پرمختگ دتوليدپه برخه کې دمصرف دکموالي باعث شوي ده
اوپراختياسبب .اوپه همدې ترتيب دميکروالکترونيک اواطالعاتي ماشينونودزياتوالي
گرځيدلې ده .دنوې تکنالوجۍ څخه استفاده ،دلروالروارتباطي وسايل داتوماتيک کيدواودهغې
وصلول دکمپيوټرسره ډيرزيات سهولتونه پدې برخه کې رامنځته کړي .چې پدې وجه دمديريت
سيستمونوکمپيوټرايزيدل مستقيم تاثيرپه مالي،بانکداري ،مارکيتنگ اوعمومي اداراتوپه
پدې اواخروکې دنوي تکنالوجيکي سيستمونوباندې واردکړي .
اختراعاتواوداطالعاتي سيستمونورامنځته کيدل دلويوکمپنيولخوادفني اطالعاتوانتقال ،کمپيوټري
متعددسيستمونوپه منځ کې پکارواچول شول دصنعت په برخه کې دزراعت په برخه کې
اودتوليدپه مختلفومرحلو کې داتوماتيک ماشينونوڅخه استفاده وشوو .دکمپيوټري
صنايعواودلري فاصلونښلوونکې وسايلووده التراوسه سريع اوپراخه ده دلري
تجهيزاتوتقاضا په نړيواله سطحه په ١٩٨٠م کال کې اته په سلوکې فاصلونښلوونکي
ودې څخه موجودوواودکمپيوتوي تجهيزاتواودهغې اړوندخدماتوته تقاضا په جهاني سطحه
دهغوي دودې څخه سريع اوزياته ده البته د ١٩٨٥م کال نه تر ١٩٩٠م کال پورې موجودوو.
په ١٩٨٦کال کې په تخميني ډول دنړيوالې تکنالوجيکي اطالعاتي سيستمونوتوليدد٣٩٠
ميليارده ډالروڅخه تر ١٩٩٥کال پورې ١٢٠٠ميلياده ډالروته زياتوالي وموند.
دپرمختللواطالعاتي دستگاگانوپراختيا په پرمختيايي هيوادونوکې التراوسه په ابتدايي مرحله کې
ده په ١٩٨٥کال کې په نړي کې دټولوموجودوکمپيوټرونوله جملې څخه %٥٫٧يي په
پرمختيايي هيوادونوکې موجودوواودغه هيوادونه په عمومي ډول ددغوکمپيوترونوڅخه
دحقوقي لستونودجوړولودمالي محاسباتولپاره استفاده کوله .
مگرپه دې وروستيوکې دچين ،سنگاپوراوتايوان هيوادونودخپلوميکرالکترونيک
اودچين توليداتويوبرخه فيلپين وسريالنکا،تايلنداوځيني نورهيوادونوته منتقل کړي .
اوسينگاپورهيوادونوخپل توليداتوخرڅالوپدې برخه کې ددوه ميليارده ډالرو څخه په ١٩٨٦کال
داطالعاتي تکنالوجي کې ٥٫٤ميليارده ډالروته تر ١٩٩٠کاله پوري زيات کړه.
ميکرواليکترونيکي دچاپيريال ساتني په برخه کې اساسي نقش درلودلي.
دستگاگانودزيان لرونکي غازاتودمخنيوي په برخه کې مهم نقش لوبولي لکه دحمل اونقل
وسايلومصرف يي راټيټ کړي.
ب :نوي مواد :په نوې موادوکې چې په تيرودريولسيزوکې دتحقيقاتوپه نتيجه کې رامنځته
البته نوي شوي لکه ،نوې فلزات ،پالستيک ،شيشه يي مواداوداسې نور.........
موادغالبًا ددوياڅونورومادوڅخه چې پخواموجود وودنوې تکنالوجيکي اختراعاتوپه مرسته
رانځته شوي .اوددغه موادوڅخه دصنعت په مختلفوبرخوکې پراخه استفاده شوي ده .دنوې
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
16 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
دريم فصل
دتکنالوجي رول ديوهيواددملي اقتصادپه سکتورونوکې
داچې تکنالوجۍ داقتصادي پرمختيا لپاره يومهم فکتورگڼل کيږي اوديوهيواددملي اقتصادپه
مختلفوسکتورونوکې رغنده رول لري .اودغه سکتورونه ديوبل سره دوه اړخيزي اړيکې لري
يعنې ديوپه پرمختگ سره نوروته دپرمختگ زمينه برابريږي اوپه وروسته پاتې والي سره
نوروروسته پاتي کيږي .
مثًال :دصنعت سکتورپه پرمختگ سره زراعت پرمختګ کوي اوحاصالت يي زياتيږي اودغه
زراعتي محصوالت دترانسپورت سکتورپه مرسته بازارته انقاليږي.چې پدې ترتيب دتجارت
سکتورهم په حرکت کې راځې اودغه ټول تاثيرات دملک په اقتصادي وضعه باندې وارديږي
چې دخلکو لپاره دکارزمينه برابريږي اودخلکوعايدلوړيږي چې داخپله دپس اندازاوسرمايه
گذاري اوپه بازارکې دزياتي تقاضاله امله سرمايه ګذاريوکې وسعت رامنځته کيږي اوپه ملک
کې توليد زياتيږي چې داپه واردات اوصادراتوباندې هم تاثيرکوي اودملک دتادياتوبيالنس مثبت
کيږي .نوتکنالوجې رول په خلص ډول په دغوسکتورونوکې گورو.
وسايل رامنځته شوي چې په کم مصرف سره په ښه کيفيت لوړپوړي منازل ،سرکونه پلونه
اوداسې نورجوړيږي .
دنوي تکنالوجي څخه استفاده په صنعت کې دټولوسکتورونولپاره ډيرزيات سهولتونه رامنځته
کيږي چې ديوملک دملي اقتصاد ددغوسکتورونووده دملک اقتصادته پرمختيا وربښي
اودالچټک پرمختگ الره ورته هواروي .
نونن سبادتخنيکي اوتکنالوجيکي وسايلوڅخه استفاده د صنعت په سکتو ر کې د پام وړ بدلون
راوستي )٥(.
دمثال په ډول دهغو زراعتي محصوالتوحاصل چې دنوروڅخه مخکې اصالح شوو غنمودتخم
څخه استفاده اوکښت کوي .نوپه حاصل کې يي دمالحظې وړزياتوالي کيداي شي چې راشي .په
هرهکتارکې دمحصول دمقدارزياتوالي چې داصالح شوي تخم څخه داستفادي نتيجه ده ،بيدون
لدې چې په مصارفوکې کوم تغيررامنځته شي .هغه وخت چې يودهقان دنوي تخنيک څخه
ترنورومخکې استفاده اوکارواخلي نوپه هماغه اندازه به يي حاصل زيادوي .پدې ترتيب سره
دماشين څخه استفاده دانساني نيروپرځاي دمصرف دکموالي سبب نه گرځي بلکې نوموړي
کارپه لږوخت کې په آساني سره ترسره کوي نوکيداي شي چې دسپمول شوي وخت څخه په بل
دمثال په ډول دغذايي موادوپه برخه کې دکنسرواڅخه ځاي کې استفاده وشي.
استفاده ،دغذادتيارولوپه ځاي دلږوخت څخه کاراخيستل کيږي.
دريابي الروکې کشتۍ اوبادباني طيارې چليدلې چې داکشتۍ به اکثره وخت دهوادموافق کيدوپه
انتظازکې وې .داجناسو په حمل اونقل کې دغه ذريعي دسست رفتارۍ نه عالوه غيرې محفوظې
هم وي .ددې لپاره اجناس په آساني سر ه ديوځاي څخه بل ځاي ته نشوانتقاليدلي .همدغه وجه
وه چې ددنياپه بعضې ملکونوکې به اجناس ډيراوارزانه وواوپه بعضې ملکونوکې به اجناس لږ
اوقيمته ول .دحمل اونقل دسست رفتاري وسيلوپه وجه په دمصيبت په وخت کې يوهيواددبل
هيوادسره هيڅ رنگه کومک نشوکولي .په موجوده وخت کې دساينسي اختراعاتوپه وجه نه
يواځې داجناسوپه پيداوارکې اضافوالي راغلي بلکې دتگ راتگ اودمالونوپه انتقال کې نوې
نوې آسانتياوې هم منځته راغلي دي .په اول وخت کې په دڅوسوه ميلوفاصلې طۍ کولولپاره
ډيرې ورځې پکاروي ليکن اوس دتگ راتگ دومره تيزرفتاره وسايل پيداشويدي چې هماغه
فاصله په څوساعتونوکې طۍ کولي شو.دهمدغو حملونقل وسايلوپه وجه ټوله نړي کوچينې
شويده اوديوکلي حيثيت يې غوره کړيده .دحمل اونقل دجديدو وسايلوپه وجه انسان ددې قابل
شويدي چې هغه دحمل اونقل په الرکې په ټولوخنډونوباندې غالب شي اوخپل کاروبارجاري
وساتي .دمؤلداومصرف کوونکي ترمنځ فاصله کې اوس کومه مسله نده پاتې شوي .کوم
په آساني سره اجناس چې ددنيا په مختلفوبرخوکې توليديږي هغه
موجوده وي ديوځاي څخه بل ځاي ته ليږدول کيږي چيرته چې تقاضاورته
اواقتصادي ددې لپاره دانتقاالتووسايل ديوهيواددصنعتي ،تجارتي
پرمختيالپاره مهم کرداراداء کوي.
__سمندري
__هوايي
دانقاالتوځمکني وسايل :دځمکې له الري دسامان په حمل اونقل کې الندي وسايل استعماليږيي.
.0الري گاني اوموټرونه
.1دريل پټلي
.2پايپ الين
الري گاني اوموټرې :الري گاني اوموټرې دساينسي پرمختگ اختراع ده .پدې اختراع سره
دکاروبارمالک اودمستهلک ترمنځ فاصله تقريبًا ختمه شويده ځکه چې دالرۍ اوموټروپه ذريعه
په دروندمقدارسره مالونه نوروځايونوته په آسانې سره انتقاليږي .دانتقال دغه وسيله دريل گادي
څخه هم غوره ده ځکه چې الرۍ اوموټردتاجردوکان ته په آساني سر ه رسيدلي شي ليکن ريل
گاډي په صورت کې سامان دريل ستيشن ته دراوړلولپاره خرگاډي ،موترياالرۍ استعمال
ضروري دي .ددې نه عالوه دريل گاډي په ذريعه سامان ليږدولولپاره ډيرزيات کاغذي کاروايي
ته ضرورت دي.
غټوغټوکاروباري ادارودمال دانتقال لپاره خپل موټرونه اوالرۍساتلې وي چې ددې په وجه نه
يواځې داچې داجناسوپه انتقال کې په مصارفوکې پس اندازکيږي بلکې دترانسپورت ايجنسيونه هم
ورته حاصليږي .داجناسودبسته بندې په مصارف کې هم کمي کيږي .داجناسوداشتهارپه
مصارفوکې هم کمي راځي .ځکه چې داجناسومتعلق اشتهارپه الرۍ اوموترباندي لگول کيږي
.دمثال په ډول دادوياتوکمپني خپل دادوياتواشتهارپه هغوموټرونونصبوي چې پرچون فروشانوته
ريل گاډي :دبخاراختراع نه وروسته ريل گاډي جوړشو .نن په جديد ادويات توضيح کوي.
دورکې دځمکني انتقاالتي وسيلوکې ريل گاډوته مهم مقام حاصل دي .دريگاډي روانيدولپاره
دريل پټليوغزول پکاردي چې په ميداني عالقوکې خوآسان کاردي ليکن په غرنيوعالقوکې
دپټليوغزول نه يواځي مشکل کاردي بلکې قيمتي هم دي .خونن سبا څه ناڅه دنوي تکنالوجۍ
څخه په استفادي سره دغه ستونزې حل شوي دي .دريل گادي په واسطه اجناس اواموال په
ډيرزيات مقدارسره ديوځاي څخه بل ځاي ته په ډيرکم مصرف سره انتقاليږي.
پايپ الين :دنوي تکنالوجي په اساس دمايعاتوادنتقال لپاره پايپ الينونوڅخه په ډيره مدرنه طريقه
استفاده شوي ده .دمايع اجناسواوگيس دانتقال لپاره دټولونه غوره وسيله پايپ الين دي .ددې
انتقاالتي وسيلي دټولونه مهم خصوصيات په الندي ډول دي .
پايپ الينونه په آساني سره غزول کيږي ددې لپاره دالروياسرکونواونوروجوړولوضرورت
نشته .
پايپ الينونه دمايعاتودانتقال لپاره داعتمادوړوسيله ده .په باران ،تندر،واوره اوشديدموسم کې
نوري ټولي وسيلې متاثره کيږي ولې پايپ الين نه متاثره کيږي.
پايپ الين دانتقال تيزرفتاره وسيله ده .ددې په ذريعه مايع اجناس يعنې تيل اوگيس په
ډيرسرعت سره ديوي څاي څخه بل ځاي ته انتقال کيداي شي.
دپايپ الين په ذريعه دتيلواوگيسودانتقال لپاره ددومره کاغذي کاروايي ضرورت نه وي لکه
څرنگه چې دريل گاډي اوبحري بيړيوپه ذريعوکې داجناسوانتقال لپاره وي .
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
23 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
مايع اجناس مثًال دڅښلواوبه ،گيس ،پټرول ،ډيزل اونورودانتقال لپاره دانتقال داوسيلې په
پراخه پيمانه استعماليږي ،اوددي ذريعې په مرسته دخلکوکورونوته دڅښلواوبه اوگيس په
ډيره ښه طريقه انتقاليږي.
دانتقال سمندري وسيلې :پدې ترانسپورت کې دمختلفوبيريوڅخه استفاده کيږي .چې دنړي په کچه
دلويوبيړيواودملي اقتصادپه کچه سيندونو،جهيلونواوبحري سواحلوکې دکوچينيوبيړيوپه وسيله
فعاليت کوي .پدې ترانسپورت کې اوس دمختلفونوعه ماشيني بيړيوڅخه استفاده کيږي چې
تيزسرعت اوزيات دروندبارو وړلووړتيالري اوداټول پرمختگ دنوې تکنالوجي په اساس
دترانسپورت په ټولوبرخوکي رامنځته شوي ده .همدارنگه دبحري بيړيوڅخه په زياته اندازه
دنفتواوخاموموادوليږو لپاره استفاده کيږي .دبحري حيواناتوښکار،دمعدني موادوالسته راوړل
اودبيړيوڅخه دنظامي اهدافولپاره هم استفاده صورت نيسي .اوددغي الري څخه هغه ملکونه چې
دبحرسره تړاولري زيات خارجي اسعارترالسه کوي.
هوايي ترانسپورت :دنوي عصري تخنيک په مرسته نن سبا دترانسپورت په دغې برخه کې زيات
پرمختگ ترسترگوکيږي .دلويوجيټ الوتکوپه رامنځته کيدوسره ددغه ترانسپورت اهميت الپسې
زيات شوي دي .اودغه ترانسپورت ځينې خصوصيات په الندې ډول دي.
ديوهيوادنه بل هيوادته داجناسوليږلولپاره داوسيله غوره ده.
دزرخرابيدونکي اوضايعې کيدونکي اجناسولپاره غوره اومناسبه ترانسپورت ده.
په نړيوال تجارت کې داجناسودانتقال لپاره په زياته اندازه همدغه وسيله استعماليږي .
دادټولونه تيزرفتاره انتقاالتي وسيله ده .ددې په مرسته دمختلفوهيوادونوترمنځ فاصلې لنډې
شوي دي.
مخابرات Communication
دمخابراتو communicationمطلب دخبررسول اواړيکه ټينګول دي ،په مخابراتي وسايلوکي
ټولې هغه وسيلې شاملي دي چې دپيغامي رسولواوخبررسولولپاره استعماليږي .داچې مخابرات
دخپلې ابتدايي حالت څخه دتکنالوجيکي پرمختگ له امله اوس ډيرپرمختللي شکل ځانته غوره
کړي نودهغې داسعمال هم په مختلفومعامالتوکې څوچنده زيات شوي ده .
مثًال :نن سبا مبايل ياگرځنده تيلفون هغه تکنالوجيکي وسيله ده چې مختلفې وظيفې په لږوخت
کې په ښه توگه اجراکوي.
څرنگه چې امکانات اووسايل زمونږ دخواهشاتوپه وړاندې محدوددي نودتکنالوجي څخه په
ښه توگه استفاده کولي شي چې تريوانداې پورې زمونږي خواهشاتوته ځواب ووايي .لکه په
تجارتي معامالتوکې دمبايل اوانټرنيټ څخه استفاده نړيوال تجارت ته يوه نوې بڼه وړکړي
.اوهغه تجارتي معاملې چې به مخکې په پوستي يادخط پواسطه ترسره کيدې اوس په ډيرلږ
وخت کې دانټرنيټ اومبايل په ذريعه ترسره کيږي .اودتگ راتگ مصارفوڅخه مخنيوي کيږي
چې دادجنس دتمام شد په قيمت هم اثرلري .خلص داچې ددغه سکتورپه مرسته نړي اوس
سره داسې نښلول شوي چې دنړيوال کلي شهرت يې ځانته غوره کړي .اوهرڅوک کولي شي
چې په څودقيقوکې دنړي دهرگوټ څخه ځان خبرکړي .
مخابراتي وسيلې Means of Communication
پدې برخه کې الندې وسيلې شاملې دي.
.1تيلېفون
.2ټيلکس
.3وايرليس (بيسيم)
.4فکس
.5موبايل اوانټرنيټ
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
24 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
تيلي فون : Telephoneتيلي فون دسکاټ لينډاوسيدونکي (اليگزنډرگراهم بيل) اختراع ده
.گراهم بيل گونگواوکنړوماشومانوته درس ورکولو.هغه پدې اصولوباندې ډيرښه پوهيده چې
دآوازڅپې دغوږپردوسره ټکرکوي اوديوځاي څخه بل ځاي ته رسيږي ،دقدرت ددې اصولوپه
نظرکې نيولوسره هغه په ١٨٧٧کال کې دتيلي فون په جوړولوکې کامياب شو .تيلي فون
دکاروباري ادارولپاره ډيرگټوردي .همدغه وجه ده چې داډيره کمه موده کې ډيرمقبول شو.
دتيليفون په واسطه دفاصلولرې والې ختم شوېدې.په دوه مختلفو ځايونوکې ناست افراددتيليفون
په واسطه په خپل منځ کې خبرې اترې کولې شي.ددپه ذريعه يوتاجرپه خپل کورکې
دهيواددمختلفومنډيګانوڅخه تازه نرخونه السته راوړي اوداجناسودپيرودلواوپلورلوتړون
کوي.دتيليفون په واسطه کاروباري اشخاص داجناسونوې تقاضااونوې منډيګانې تالش کوي
اوکاروبارته پراختياورکولۍشي.
تيليفون صرف دتجارت دپرمختګ اوپراختيالپاره داهميت وړنه دې بلکې دادسرکاري
دفترونولپاره هم ډير ګټوردې.دتيليفون نظام دخط اوتارڅخه غوره دې چې الندې وجوهات لري:
.aدتيليفون په واسطه په مستقيمه توګه بل شخص سره دخبروکولوموقع السته راځي.
.bپه تيليفون کې دخبروکولو لپاره دالفاظو په تعدادباندې کومه پابندي نه وي خوپه تارکې
کوشش کيږي چې پيغام مختصر وي ځکه چې پدې باندې مصرف دالفاظو دتعدادپه
حساب سره راځي.
.cدتيليفون په واسطه پيغام دخط اوتارپه نسبت زررسيږي.
.dپه خط اوتارکې کومه نقطه په غوره توګه نشي واضح کيدې ليکن په تيليفون کې هره
نقطه په آسانې سره واضحه کيدې شي.
ټيلکس(:)Telexټيلکس دپيغام رسولويوه تيزرفتاره وسيله ده چې دهغې په واسطه دپيغام
ليږلو لپاره دټايپ ماشين په شان يوقسم ماشين استعماليږي.کله چې ددې ماشين په واسطه کوم
بل ځاې ته کوم پيغام ليږل کيږي نودپيغام ليږونکي په دفترکې په ماشين باندې پيغامات
دکاغذپرمخ پرنټ کيږي او همدغه پيغامات په همدې ډول ماشين باندې په هغه دفترکې
دکاغذپرمخ دوباره پرنټ کيږي چيرته چې پيغام رسول مقصودوي.هغه تجارتي ادارې چې
دهغوي کاروبارډيرپراخه وي اودهغې دهيوادپه داخل کې اودهيوادڅخه دباندې ډيرې څانګې وي
نوهغوي دپيغام رسولو لپاره اکثره همدغه وسيله استعمالوي.
وايرليس(بيسيم) : Wirelessدوائرليس مطلب دي دتاريا سيم نه بغير.وائرليس نعنې دبې تاره
پيغام رسونې نظام دۍ چې دهغې لپاره دپيغام ليږلولپاره دتيلي فون په شان دکوم ارتباطي
تاروغيره ضرورت نوي .بلکې يوماشين چې هغې ته وائرليس واېې دهغې په واسطه کوم بل
ځايي ته پيغام ليږل کيداي شي.
فکس ماشين : Fax Machineدتکنالوجيکي اختراعاتوپه لړکې فکس ماشين ديوځاي څخه
بل ځاي ته دپيغام رسولوجديدترين ماشين دي.ددې ماشين په مرسته پيغامونه کټ مټ په اصلي
شکل کې بل ځاي ته فوري ليږل کيږي .دفکس ماشين دتيلفون سره رابطه وې کله چې
يوشخص يااداره کوم بل شخص يا ادارې ته کوم پيغام فکس کول غواړي نوهغه اول په تيلفون
باندې رابطه کوي اوهغه خبروي چې هغه کوم پيغام يااسناد دفکس له الري غواړي .بياچې کوم
پيغام يا اسنادفکس کوي نوهغه په فکس ماشين کې اچول کيږي ،دغه پيغام يا اسنادبالکل
داصلي کاپۍ په شکل بل فکس ماشين کې په فوري توگه ظاهريږي اوترالسه کيږي .دفکس
ماشين په واسطه پيغامونه دهيواد نه دباندې هم فکس کيداي شي .
موبايل تيلي فون : Mobil Phoneموبايل فون دتيلفون جديد ترين شکل دي .چې دنوې
تکنالوجي په اساس يي دومره پرمختللي شکل ځانته غوره کړي چې په يووخت کې مختلفو
نوعه کارونه ترې اخيستل کيږي لکه راديو،تلويزون،انټرنيټ ،عکس اخيستني ،فلم برداري
اوداړيکوتينگول اوداسې نور.....
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
25 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
اوبل داچې ددې ذريعې څخه په هروخت هرځاي کې استفاده کيږي ځکه چې داپه کوم خاص
ځاي يا عمارت کې نصب نه وي بلکې چيرته چې اسعمالوونکي ځي دغه فون دهغه سره وي
اوهغه چې په هرځاي کې وغواړي دنوروافرادوسره اړيکې تينگولي شي.
انټرنيټ : Internetانټرنيټ دمخابراتويوه جديده اودټولونه دتيزسرعت واال وسيله ده
.دانټرنيټ پواسطه تجارتي اوصنعتي اداري هرقسم معلومات حاصلولي شي .دانټرنيټ پواسطه
کاروباري معاملي په څوسيکنډونوکې طې کيږي .انټرنيټ دميليونونووړو وړو شبکونتيجه ده
،دغه شبکې دولتي ،دفاعي ،ټولنيزي تجارتي اوتعليمي اداروجوړې کړي ،انټرنيټ
کمپيوټردتيلفون تاورنو،مخابراتي سياوراوکيبل په ذريعه سره نښلول کيږي .دانټرنيټ په
استعمال سره دنيا ديونړيوال کلي Global Villageشکل اختيارکړي )٧( .
نتيجه گيري
لکه څنگه چې تکنالوجيکي تغيرات په وسيع مفهوم سره داقتصادي پرمختيا اصلي عامل په
توگه شمارل کيږي .نودتکنالوجيکي تغيراتوتاثيرات تدريجي شکل نلري بلکې دفعتًا يولوي
تحول رامنځته کوي .
دنوي تکنالوجي جذب دتوليد په زياتوالي اواقتصادي پرمختيا کې ډيره مرسته کوي .کچيرته
دتکنالوجي څخه په مؤثره توگه اودضرورت مطابق کارواخيستل شي نوبې له شکه دملک
اقتصادي حالت اودخلکواقتصادي وضعه مخ په ښه کيدوکيږي اودخلکولپاره دکارنوي ساحې
رامنځته کيږي جې دې سره دخلکوعايدسطحه لوړيږي .
اودعايد په زياتوالي سره دخلکوپس اندازونه هم زياتيږي چې دادسرمايه گذاري لپار ه الره
هواره وي اوپدې ترتيب دسرمايگذريگانوزياتوالي اودنوي تکنالوجي څخه استفاده دسرمايه
گذارانولپاره زياتي گټې باعث گرځي چې خپلې سرمايه گذرايوته پراختيا ورکوي اوپه ملک کې
مختلف نوعه اجناس توليديږي .چې داپه وارداتواوصادراتوباندي هم اغيزي کوي .يعني
صادرات زياتيږي اوواردات کميږي چې پدې ډول خارجي اسعارهم داخلي ملک ته په الس
ورځي چې داټول دپرمختيا اوترقي په لور يو گام ده چې دتکنالوجي داستمعال په وجه رامنځته
کيږي .
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
27 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
وړانديزونه
)Iدنوي تکنالوجي څخه بايد دضرورت مطابق استفاده وشي ځکه چې پرمختللي
اوپرمختيايي هيوادونوترمنځ دپرمختگ زياته فاصله وجودلري نوهغه تکنالوجي چې
پرمختللي هيوادونه يي استعمالوي دپرمختيايي هيوادونولپاره مؤثره نه تماميږي .
)IIبايد دمُو لدينولپاره دتکنالوجي په برابرولوکې دولتونه مرسته وکړي ځينې داسې
تکنالوجيکي وسايل شته چې مُو لدين يي په اخيستلوقادرند.
دتکنالوجى دتغيراتوپه نسبت بايد دتکنالوجي په پراخولو(رواجولو)کې کوښښ )III
وشي.
دنوې تکنالوجى اوتکنالوجيکي وسايلوپه اړه بايد عامه معلومات ارايه شي )IV
اودخلکواذهان دې ته آماده شي ترڅودتکنالوجي څخه په ښه توگه استفاده وشي .
)Vدتکنالوجى څخه بايدديوهيواددملي اقتصادپه ټولوسکتورونوکې دضرورت مطابق
استفاده صورت ونيسې.
پرمختللي هيوادونه اونړيوالي ټولنې بايد دتکنالوجۍپه انتقال کې پرمختيايي )VI
هيوادونوته زياته توجووکړي ځکه ددغوهيوادونوپرمختگ دپرمختللوهيوادونولپاره هم
ضروري ده اوددوى دتوليداتولپاره ښه بازار ده.
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development
28 تکنالوجى اودهغې رول په اقتصادي پرمختيا کې
Technology And it's Role in ترتيب کوونکې :شجاع هللا (اماني)
Economics Development