Professional Documents
Culture Documents
Inbound 3317051417110539572
Inbound 3317051417110539572
د پرمختللو هیوادونو د پرمختګ یو ستر المل د خپل زراعت پر پښو درول و یعنی تر ډیره یی پاملرنه زراعت او د هغه
عصري کولو ته وه او باالخره همدا زراعت د صنعت د پرمختګ سبب وګرځیدی ځکه خپل خام زراعتي توکي یی په خپل
هیواد کی تر پروسیس الندي ونیول.
تیرو څیړونو دا په ډاګه کړه چی چي په هیواد کي د استخدام د ډیریدو یعنی خلکو د کار د پیدا کیدو ښه ضمینه په عصري
زراعت او د زراعتي توکو په پروسیس کولو سره برابریږي.
تیرو څیړونو کی زراعتی محصوالت د عوایدو د الس ته راوړلو له مخي درجه بندي سوي یعنی چی کوم زراعتي
محصول ډیر دی او ډیرو عوایدو د الس ته راوړلو سبب ګرځي او همداسي د سیمي په کچه څومره نسبي مزیت او یا هم
مطلق مزیت لري چی پر دغه اساس یي ټول محصوالت په ترتیب سره درجه بندي کړي.
که چیري د امریکا ایالت د کلیفورنیا اړوند څیړني ته متوجه سو هلته په کال 2102م کی $ 22بیلیونه ډالره د زراعتي
محصوالتو عاید و چي د ټولي امریکا د عایداتو 15%تشکیلوي او ستره برخه یي د شیدو تولید نیولی ده چی تقریبا ۷
بیلیونه ډالر د شیدو د تولیداتو څخه لري چي به ترتیب سره انګور 2424بیلیونه ډالر ،بادام 24.4بیلیونه ډالر ،نالخانې
.442بیلیونه ډالر او داسي نور.
دا چي د کلیفورنیا ایالت له یوي خوا یو پراخ زراعت لري له بلي خوا یې د همدې فرصته څخه داسی استفاده کړي چی
خپل محصوالت پروسیس کوي چي په نتیجه کي مختلفي غذاوي ،مشروبات ،ټوکر او داسي نور ځنی په الس راوړي او د
خلکو د تقاضا سره سم عرضه بازار ته وړاندي کوي.
تیرو څیړونو د د زراعتي محصوالتو د پروسیس تاثیرات پر اقتصاد له مختلفو اړخونو څیړلي دي او دایې واضح کړي چي
په کومو اړخونو کي ډیر تاثیرات لري.
همداسي که چیري د کلیفورنیا ایالت په نظر کي ونیسو هلته د غذاوو او مشروباتو پروسیس د ټولي کلیفورنیا دریم تر ټولو
لوی سکتور دی یعني د کمپیوټر او کیمیاوي توکو تر تولید وروسته همدا پروسیس د صنعت مهمه برخه تشکیلوي.
چي کلیفورنیا د همدې پروسیس له الري 22بیلیونه ډالر په اندازه اضافی ارزښت ) (Value-addedپه وجود راوړی دی
او همداسي یې د 001111نفرو لپاره په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره کړیده او د کلیفورنیا د 2102
کال د پروسیس ارزښت د 221بیلونه ډالره په اندازه و.
تر ټولو بله مهمه نقطه د اضافې ارزښت وه چي خپل زراعتی محصوالت یې په کار اچول او په ډیره پیمانه اقتصادي
اضافي ارزښت یی زیږولی دي او د زراعتي محصوالتو په پروسیس کولو سره د اقتصاد هر سکتور په مثبت ډول
اغیزمن سویدي.
د میچیګان د ایالت د زراعتي توکو تولید او پروسیس هم د کلیفورنیا د ایالت په څیر پر اقتصاد ډیر تاثیرات وارد کړیدي د
بیلګي په توګه د میچیګان په اقتصاد کي یو له مهو او لویو سکتورونو څخه همدا د پروسیس برخه ده چي د میچیګان د
ایالت د عوایدو او استخدام لویه سرچینه ده .د غذاوو او زراعتي توکو د پروسیس له مخي په میچیګان کي تقریبا د 4042
بیلیونه ډالرو په ارزښت اقتصادي فعالیتونه سرته رسولي دي او همدا ډول 42.111نفرو ته په کښی په مستقیم او غیر
مستقیم ډول د کار زمینه مساعده سویده .میچیګان ایالت کي د 2112او 2101کلونو ترمنځ اقتصادي تاثیرات د مختلفو
سکتورونو له مخي څیړول سوي چي په ټولو کي ډیر تاثیرات د همدې پروسیس او صنعت له طریقه په وجود راغلي او
همداسي د همدې کلونو ترمنځ د استخدام سطحه څیړل سوي چي په 2112کي د 000111څخه وه 024111ته استخدام
ډیر سوی حال دا چي په نورو سکتورونو لکه فارمونو کي ډیر لږ فرق کړی او حتی د څرمونو په برخه کي استخدام نور
هم لږ سویدی .د میچیګان څیړنه کي د مختلفو سکتورونو ترمنځ پرتله هم سوي چی کوم سکتور څومره تاثیرات پر اقتصاد
وارد کړیدي.
همدا راز د امریکا د متحده ایاالتو د یو بل ایالت ایډاهو د زراعتي محصوالتو د پروسیس څیړنی ته مو کتنه کړیده او هلته
یې د زراعتي محصوالتو د پروسیس تاثیرات په اقتصاد کي په ګوته کړیدي ،پدغه څیړنه کي شپږ توکي څیړل سوي دي
لکه اوربشي ،د غوایی غوښه ،ډیرۍ ،پټاټې ،جغندر او اوړه او د هر یو د پروسیس تاثیرات په اقتصاد کي واضح سویدي
مثال اوربشي په کال 2100کی د 200میلیونه ډالر په ارزښت پروسیس سوي او همدغه د اوربشو د پروسیس به کمپنۍ
کی 24.تنه په کار ګمارل سوي چي د 0.میلیونه ډالره په اندازه عاید د کاریګرو کیږي او د اوربشو د پروسیس له مخي
د ایډاهو په اقتصاد کي د 2.میلیونه ډالرو په اندازه اضافي ارزښت ایجادیږي ،د غوایی د غوښو دري لویی فابریکې وتړل
سوې چی د لومړۍ فابریکې په تړلو سره .01تنه بیکاره سول ،د دوهمي فابریکې په تړلو سره 201تنه بیکاره سول او
همداسي د دریمي فابریکې په تړلو سره 420تنه بیکاره سول ،د ډیرۍ د پروسیس په برخه کي د 242بیلیونه ډالره په
ارزښت اقتصادي فعالیتونه سرته رسیږي او 2400خلکو ته په کښی د کار ضمینه مساعده سوې چی کاریګرو ته په کښي
0.0میلیونه ډالره عاید رسیږي او د ایډاهو په اقتصاد کي یې د 212میلیونه ډالره اضافي ارزښت ایجادیږی ،څلورم د
پټاټو پروسیس دي چی په چپس او یا هم نورو غذایی توکو اوړي د پټاټو د پروسیس په برخه کي د 2422بیلیونه ډالره په
ارزښت اقتصادي فعالیتونه سرته رسیږي او 0202خلکو ته په کښی د کار ضمینه مساعده سوې چی کاریګرو ته په کښي
.40402میلیونه ډالره عاید رسیږي او د ایډاهو په اقتصاد کي 42244میلیونه ډالره اضافي ارزښت ایجادیږی پنځم د
جغندر پروسیس دی چي د دې پروسیس په برخه کي د 242میلیونه ډالره په ارزښت اقتصادي فعالیتونه سرته رسیږي او
0224خلکو ته په کښی د کار ضمینه مساعده سوې چی کاریګرو ته په کښي 00میلیونه ډالره عاید رسیږي او د ایډاهو په
اقتصاد کي یې د 2044میلیونه ډالره اضافي ارزښت ایجادیږي او شپږم یې د اوړو تولید او پروسیس دی چي د دې
پروسیس په برخه کي د 20میلیونه ډالره په ارزښت اقتصادي فعالیتونه سرته رسیږي او .4خلکو ته په کښی د کار
ضمینه مساعده سوې چی کاریګرو ته په کښي 2میلیونه ډالره عاید رسیږي او د ایډاهو په اقتصاد کي یې د 0میلیونه ډالره
اضافي ارزښت ایجادیږی.
په مجموع کی ویالی سو چی د زراعتي محصوالتو پروسیس د استخدام په سطحه ډیره تاثیرات وارد کړي چی ورسره
بیکاري کمه سویده او ډیرو خلکو ته د کار ضمینه مساعده سویده ،د زراعتي محصوالتو په پروسیس سره د هیواد په
ناخالص ملي تولید GDPکښی په لوړه سلنه ډیروالی راځي او همداسي د دولت د عوایدو یو ښه سرچینه پیداکیږي چي
دولت ورڅخه د مالیې په شکل عواید په الس راوړي او د دولت لپاره مالی سیاستونه اسانه کوي.
تیرو څیړونو کی مو هغه څیړني هم په پام کی نیولي چی د انارو پر پروسیس یی بحث کړیدی مختلفي څیړنی وې چی د
انارو پروسیس یې په ښه ډول واضح کړی و .د انارو پروسیس په دوه ډوله سرته رسیږی:
-۱د ټول انار یا څلورمي برخي هایډرالیک پریسینګ Hydraulic Pressing of whole / quartered Fruit
د انارو دا پروسیس د یو خاص ماشین په مرسته ټول انار یا هم څلورمه برخه یې تر ماشین الندي نیول کیږی او فشار پر
راوړل کیږي چي اوبه یې یوې خواته او پوستکی یې بلي خواته سي چي د پوستوکو او پاته شونی یې وچیږی او د هغه
څخه پوډر په الس راوړل کیږی بیا هم هغه پوډر د درملو په جوړولو کي استفاده کیږي او اوبو ته یی هم بخار ورکول
کیږي چی له هغو څخه هم د مشروباتی درملو په جوړولو کي کار اخستل کیږی.
– ۲د انارو پوستول (سپینول) او جوس Peeling and Separation of Juice Sacs
د انارو د پروسیس پدې طریقه کي ټول انار نه بلکه د انار څخه پوستکی جال کیږي او اناردانې بلي خواته کیږي او
باالخره همدغه د انارو دانې بسته بندي کیږی چي دیته Pomegranate Arilsوایی او بازار ته عرضه کیږي.
او یا همدغه دانې تر نورو پروسو الندي تیریږی چي باالخره په جوس ،روب ،جیلي ،جیم او نور مشروباتو اوړي دا چي
دا پروسیس یې څرنګه او په څه ډول سرته رسیږي ،کوک ماشینونه غواړي او یا څومره پانګه غواړي تیرو څیړونو کي
ورته اشاره نه وه سوي وروسته د همدې څیړني په عملی برخه کي دا معلومات په ښه دقیق ډول واضح سوي.
په تیرو څیړونو کي د پروسیس لپاره ټول ماشینونه کارول سوي وه لیکن زما په اند په پروسیس کي ځني مرحلې داسی
سته چی په الس هم امکان لري نو باید هلته حتمی کاریګر په کار وګمارل سي تر څو استخدام نور هم ډیر سي.