Professional Documents
Culture Documents
سیمه ییز اقتصاد
سیمه ییز اقتصاد
افغانستان دریځ
:taandخبریال
1
1048
Facebook
Twitter
Pinterest
WhatsApp
Trans
it trucks stranded due to the border skirmishes between Pakistan and
Afghanistan are parked on the side of the road leading to the border in Torkham,
Pakistan June 16, 2016. REUTERS/Fayaz Aziz
پوهاند محمد بشیر دودیال
“ … اوس افغانستان .دمنځنۍ آسیا او جنوبی اسیا یوه مهمه برخه ګرځیدلی اوهیڅوک یې
سريزه
انسانان څه په فردي ډول او څه هم په ټولنيزډول يوبل سره راز راز روابط لري .دغه روابط دتاريخ په اوږدوکې پيچلی
او هراړخيز شوي دي ،له بلې خوا دټولنو ،هيوادونو ،سيمو او مناطقو ترمنځ اقتصادی معامالت .،راکړې – ورکړې،
کلتوری اړيکې ،حقوقی اړيکې اويوبل سره تګ -راتګ هم په عرف کې اوهم په مدونوقوانينو او اصولو کې منل شوي
دي .په تيره بيا اقتصادی مناسبات او دمناطقو او سيمو ترمنځ توليد ،دخدماتو دعرضی او داقتصادی پوتانسيلونو توپير
منطقوی تړلتيا رامنځته کړی ده .کله چې د اړتیاوو له مخې دغه ډول تړلتیا رامنځته شی ،دې ته سیمه ییز اقتصاد ویل
کیږی .سیمه ییز اقتصاد داقتصاد د علم يوه څانګه ده چې ديواقتصاد جغرافیايي جوړښت تر څيړنې الندې نيسي .په
تيره بيا په سيمه کې ترانسپورت ،دصنعتي موقعيتونو امکانات ،اقتصادی پوتانسیلونه ،د سیمې نسبی مزیتونه ،منطقوی
تحلیل او د صنایعو ځای پرځای کول ( ،)Industrial locationسيمه یيزه پرمختيا ،دتولید په داخلی مقیاس .سپما،
ښاري کیدنه (،) urbanizationمهاجرتونه ( )Migrationsاو د ځمکي څخه ښه ګټه اخيستنه څیړي .یوه
ځانګړی اقتصادی منطقه هغه ټاکلی بُعد یا دځمکي يا اوبو(سمندر) .يوه په مقیاس .سره په نښه شوې ساحه ده چې د
فزيکي،انساني ،اداری او وظيفوي مشخصاتو پر بنياد سره بيليږي .د دې ډول منطقې په فزيکي مشخصاتو کې یو شمیر
فزیکی شاخصونه لکه ځنګلونه ،هوارې سطحې ،منرالي سرچینې ،دمناقالتو لپاره دالرو امکانات او اقليمي فکتورونه
شامل دي .حال دا چې په انساني مشخصاتو کې ،دسیمی د کار ځواک مهارتونه ،تجربه ،تاريخي ،توريستي اومذهبي
ارزښتونه او ځانګړتیاوی .مطالعه کیږي .په وظيفوي مشخصاتو کې دکاروبار .جريانات ،لوایح او مقررات ،ميډيا
اوداسې نور فکتورونه په پام کې وي .د ذکر شویو مشخصاتو او د اقتصادی پوتانسیلونو له مخې هره منطقه بيله بيله
ځانګړنه لري ،نو دهرې منطقې اقتصادي او منطقه یی پرابلمونه هم سره توپير لري ،نو له همدې امله منطقه یی اقتصاد
ته اړتيا پیښیږی ،چې د نوموړي علم څخه په ګټه اخيستنې سره دهرې منطقې لپاره پالن جوړاو داسې نورې اړينې
کړنې ترسره شي .د منطقه یی اقتصاد د ودې او پالیسی جوړولو موضوعات معموالً د اقتصادی اغیزمنتوب او د
اقتصادی او ټولنیزی برابری له مخې تر کتنې الندې نیول کیږی .په منطقه یی پالیسی جوړونه کې د اغیزمنتوب
(موثریت) هدف مهم رول لری .له نیکه مرغه اوسنی وخت کې دافغانستان سیمه ییز دریځ له دې پلوه پوره پیاوړی
شوی دی .د وچې پنځه بندرونه ،د چابهار .دبندر فعالیدل ،په سیمه کې د یوې الر یو کمربند لویه پروژه او د الجوردو
دپروژې پرانیتسل کیدل ډیر نیک زیری دی .دلته به په همدې موضوع رڼا واچول شی.
سیمه ییز اقتصاد هغه علم دی چې د فضايي بُعد Spatial Dispersionاو داقتصادی فعاليتونو Economic
Activitiesاړيکې تحليل او مطالعه کوي او دسيمې داوسيدونکو داقتصاد دښه والی الرښود نه کوي.
یا :سیمه ییز اقتصاد داقتصاد دعلم يوه څانګه ده چې په يوه ځانګړې منطقه کې دمربوطه سيمې د اوسيدونکو اقتصادی
مسايل او ددوی ترمنځ .اقتصادی اړيکی او راکړي -ورکړې او په مناطقو کې دتصدیو تاسیس څيړي .دهمدې ضرورت
له مخې سیمه ییز اقتصادی سازمانونه ، .سیمه ییز بانکونه ،سیمه ییز بازارونه ،سیمه ییز یامنطقوی ترانزيت او
ترانسپورت او داسې نور مسايل رامنځته شوي دی .ددغې څانګې په مطالعې سره هره منطقه خپل اقتصادی مزيت،
رجحانات او دريځونه ټاکې او داقتصادی .قوانينو له مخې دخپل مفاد اعظمی کولو او د اجناسو او خدماتو په مبادله الس
پورې کوي .دسیمه ییز اقتصاد له مخې ،يوه ځانګړی سيمه او حوزه په ډير ښه ډول سره خپل نسبی مزيت سنجوی او
دهغې له مخې يوې بلې سيمې ،منطقې ياحوزې سره دتبادلې انډول تامينوي .دمناطقو جغرافياوي خصوصيات او دکار
ځواک اندازه او مهارت ،طبیعی او اقليمی شرايط اومنابع ،دترانسپورت سهولتونه اونورعوامل د دې المل کيږي چې
دمناطقو او سيمو ترمنځ دپوتانسيل او ظرفيت له مخې ژور توپير رامنځته شي .د دې موضوع داهميت له مخې دسيمه
يیزو مطالعاتو مراکز او منطقوي سازمانونه رامنځته شوي دي .دآسيا په هغه برخه کې چې زمونږ هیواد ،افغانستان.
موقعيت لري،هم دغه موضوع صدق کوي .دغه سيمه دخپلو طبیعی اوجغرافياوي ځانګړتياوو له مخې يوخاص دريځ
لري .افغانستان دجنوبی آسيا اومرکزی آسيا وصلوونکی نقطه ده ،له ډيرو پخوا وختونو څخه افغانستان او دافغانستان
تجارتی مسير دسيمې هيوادونو ته ډير اهميت درلود .په لرغونو وختونو کې د وريښمو سوداګريزه الره له افغانستان
څخه تيريدله او لرغونۍ آريانا د تمدنونو زانګو ،دکاروانسرايونو او تجارتی بهيرونو څلورالرې او د کلتوری او مذهبی
مراکزو ټاټوبی و .اوسنۍ وخت کې افغانستان .ته دآسيا دزړه ( )Heart of Asiaپه توګه کتل کيږي .اوس په سيمه
کې ECO،SCO، SAARCاو داسې نور سیمه ییز(منطقه یی) سازمانو رامنځته شوی چې افغانستان .دهغو غړيتوب
لري .ددغو سازمانو .يوهدف يا اساسي هدف اقتصادي روابط او تجارت دی .نن ورځ په پراخه کچه د Eru- Asia
منطقې څخه خبرې کيږي .چې په دې کې هم دافغانستان موقعيت او دريځ ډير مهم دی .له دې پرته اوس افغانستان .په
WTOکې غړيتوب ترالسه کړي دی .په دغه سازمان کې به زمونږ دهيواد غړيتوب هغه وخت ډير ګټور وي چې له
منطقوی پلوه خپل نسبی او مطلق مزيت وپيژنو او په منطقه کې ديوفعال شريک په توګه يوه سنجول شوي پاليسی
ولرو .د دغې پاليسي موخه بايد په همدغه ځانګړی جغرافياوي سيمه کې داقتصادي کړنو رونق اوزياتول وي .دې ډول
سياست ته Regional policyويل کيږي .ډ يره پرځای .وه چې دافغانستان .ولسمشر په خپله یوه وینا کی،دګاونډیو
هیوادو مشرانو ته ویلی و:
(…راځئ چې خپله سیمه د تروریزم او مخدروه موادو د تولید له سیمی د تجارت اوتمدن په څلور الرې بدله کړو…)
په عمومي ډول دمنطقوي پاليسي موخي په بیالبیلو سطحو اوليولونو شرح کوالى شو .په لوړه کچه(دنړۍ مختلفو
منطقوکې) ،په متوسطه کچه(د براعظمونو او هیوادوترمنځ) .او په محلی کچه(دهیواد دننه والیاتو کې) .دټولو موخي له
عمومي پاليسيو سره يو ډول دي ،لکه په وده ،ګټي ،برابري ،ثبات ،دژوند څرنګوالى او مدنی چارو کې برخه اخیستنه.
له دې ټولوسره دبرابري او مناسبي پاليسي الرښوونه کيږي دا ډېره پراخه او ډېره عمومي ده .په نتيجه کي دا په زړه
پوري ده چي دفرعي موخوشميره مشخصه شي،کومي چي له فضايي پاليسيوو سره نيغي اړيکي لري .دا داسي مطالب
لري لکه دمحل کفايت ،دسيمو ترمنځ دسړي سر عوايد ( ،) PCIچي دملي او عمومي خدماتو اغیزمنتوب ښکاره کوی.
په دې کې فرعی معيارونه .هم شامل دي .په عمومی پالیسیو کې د یوې سیمی ټول وګړی شاملیږی ،دې ته پاملرنه نه
کيږي چي هغوى چيرته هستوګنه لري ،په دې کي دسيمو ترمنځ .دنقل مکان( .مهاجرتونو) داندازې ستونزه هم حل کيږي.
دکارګرانو کمبود هم حل کيږي .دذخیري او غوښتني موجوده اجتماعي پانګې ارزونه کیږی او موثریت یې زياتيږي.،
دمحيط پاکوالى دټولو لپاره او نور .په همدې ډول دا فرعي اهداف نور هم دمشخصو اهدافو لپاره ارزښتمند کيږي ،لکه
دسيمو ترمنځ .دعوايدو دنابرابري کميدل ،له محلی سرچینو څخه ډیره ښه استفاده او نور مسایل .دا دوخت په ټاکلی دوره
کي راځي .يا دانعطاف وړ موخي لکه د محل په تصدیو او د اقتصادی فعالیتونو په شمیرکې نور زياتوالى ،مثالً ،
داستخدام د کچې لوړول ،يادسړي سر عوايد .دسیمه ییز اقتصاد او منطقه یی پالیسیو په بحث کې دهيوادونو اوسيمو
روابط ،جغرافياوي ځانګړتياوې .،اقتصادي ريزرفونه،دخلکو کلتور پيژندنه او دترانزيت دمسايلو مطالعه هم شامله ده.
سیمه ییز اقتصاد لکه له نوم څخه يې چې ښکارې ،دسيمو او مناطقو په حدودو کې اقتصادي مسايل څيړي .په دې توګه
له اقتصاد څخه پرته دمناطقو جغرافياوي خصوصيات ،دمناطقو پيداوار ،خلک ،اقليم ،اړتياوی ،سرچينې او نور هغه
عوامل چې په اقتصاد کې مهم دي ،را اخلی او پکې شامل دي.
لومړى بايد ديوې ساحې په مفهوم او دفضا په عنصر باندې غور او دقت وشي،دغبرګونونو يادونه وشي “دفعاليت ،يو
نواختي ،تجانس يا د ادارې اصولو په اساس” او داسې نور ټکی باید روښانه شی.
په دې وروستيو کلونو کي په فضايي سيستمونو باندي درسمي روشونو لوري ته عالقه زياته شوه“ .دبيلګي په ډول ،
دملتونو په واسطه دسيستمونو له تيوري څخه استفاده ،منطقه یی مجموعې تيوري ،توپولوژي او نور”.
د تل په شان ،زياتره انتزاعي مشارکتونه داندازه ګيري له تيوري څخه په پراخي استفادې سره جوړ شويدي او کيدالى
شي چي په دوو موازي سيستمونو کي ديوې مشابه الري په توګه مشاهده شي“ .لکه بيولوژي او ارواپوهنه” نو سیمه
ییز اقتصاد او جغرافیه ،سیمه ییز اقتصاد او حقوق ،سیمه ییز اقتصاد او د طبیعی منابعو پیژندنه همدومره یوبل سره
نژدې دي.
دويم داچي د کاروباریانو(تشبث .کوونکو) او کورنيو سيمه یيز تصميمونه بايد په نظر کي ونيول سي .تشبثي تصميمونه
دمغلق صنعتي تحلیل ، دودې دمرکز دتحلیل ،دثقل او آنټروپي ډيناميک .سيستمونو د څېړني او تحليل په عملياتي
چوکاټ کي اجرا اوعملی کيږي.
کله چي د یوه نظري بنسټ له مخي دعملياتي ګټورتوب دموډلونو دوسايلو په واسطه دهستوګني دسيمو ستونزي
دمفيدوالی له نظره څیړل کيږي ،نودعامه .هستوګنځايونو ستونزي هم ديوې متحدې فضا يا شبکي له نظره تر څیړني
الندي نيول کيږي.
عالوه پردې ،وروستی منطقه یی تحليل په زياتيدونکي ډول دانتخاب په تفصيلي موډلونو باندي استوارې دي“ .لکه
لوګارتيمي او احتماالتي موډلونه” .دغه موډلونه هغه زيات سنجول شوي تحليل ته ارزښت وربښي ،چي کيدالى شي
مختلف منطقه یی -فردي ټاکونکي عوامل “دکيفي فکتورونو په شمول” په نظر کې ونيول شي .وروسته ،دتشبث
کوونکو او کورنيو مشترک تصميمونه ديو فضايي اقتصادي تعادل په موجوديت باندي موافقه کوي.
دکم موندل کيدونکو سرچينو او دهغوى دفضايي موقعيتونو تخصيص ،په عمومی ډول يوه مغلقه ستونزه ده چي کيدالى
شي مختلفو تعویضي امکاناتو ته شامله شي ،په داسي ډول سره چي کيدالى شي ديوه پيچلي تجارت پوښتني هم راوالړې
کړي .وروستي مشکل هم په هغه صورت کي خورا شديد دى چي “ ”Spatioبُعد اوزماني ډيناميک کوم چي
دجوړښتي تغيیراتو په واسطه منځته راځي ،په نظر کي ونيول سي.
دلته بايد دغير خطي ډيناميک پروسو وقوع په ځانګړي ډول په نظر کي ونيول سي .کيدالى سي چي دغه پديده په يو څو
بُعدي ډيناميک اقتصادي سيستم کي غير متوقع ناوړه نتایج .رامنځته کړي .د دې د معقوله نتیجی لپاره پوره تحیل او دقت
ته اړتیاده.
سوداګري او تجارت له يوې سيمې بلې ته دخلکو داړتياوو دپوره کولو لپاره د اجناسو اوخدماتو ليږدول او عرضه کول
دی .يعنی داجناسو اوخدماتو تبادله کول تجارت دی .دغه تبادله دسيمو اومنطقو ترمنځ .صورت نيسی ،نو کله چې د
منطقو خبره راځي ،خامخا منطقه یی اقتصاد ورسره عالقه لري .د منطقو ترمنځ د تجارت لپاره د ضرورت مهم الملونه
دادي:
ممکن يوه منطقه ياسيمه دځانګړی ظرفيت اوغوره امکاناتو له امله ديو شمير اجناسو په توليد اوياهم ديو شمير خدماتو
په عرضه کې غوره توب ولري ،دوی خپل اضافی توليد دنورو سيمو داړتيا وو دپوره کولو لپاره چې دغه ډول ظرفيت
او وړتيا نه لري ،ور استوي په دې توګه تجارت داجناسو تبادله بلل کيږي.
سيمې اومنطقې دخپلو شتمنيو او اقليم له پلوه يوبل سره توپير لري .د دغو شتمنيو څخه اضافه ترالسه شوي توليد هغو
سيمو اومنطقوته ورکول کیږي چې دغه ډول شتمنی نه لري .دبيلګې په توګه دخليج دمنطقې هيوادونه کافی اندازه نفت
لری ،دوی خپل نفت نوروټولو هيوادونو ته صادروي چې کافی نفت نه لري .دغې سيمې ته د نفتو دتوليد ساحه،منطقه،
حوزه ياسيمه ويل کيږي .همداسې هم دنړۍ بيالبيلو برخو اوځينې وخت ديوه هېواد دننه ،يوشمير ځانګړی مناطق ديوه
ځانګړی صفت يابل اقتصادی فعاليت لپاره جالشوي وي .
که چيرې د يوې سيمې او منطقې ( د يوه هيواد دننه يا د څو هيوادونو په شمول) ترمنځ .د اجناسو او خدماتو د توليد په
لګښت کي توپير وليدل شي ،نو د ټيټ لګښت لرونکي منطقه ځان دسیمي په سوداګری کی داخلوي.
دمنطقو دحدودو ټاکل( .تحديد) يو اسانه کار نه دى .که څه هم هره منطقه بيالبيلې اقتصادي ،اداري ،تاريخي او نوري
ځانګړنې لري ،خو بياهم په دې اړه کوم قناعت بخښونکي ضوابط وجود نلري .په دې برخه کي دنظرونو توافق هم
حتمی شرط ندى ،مګر داقتصاد پوهانو او پالن جوړوونکو ترمنځ ځینی وخت په دې اړه چي ګواکي دغه ځانګړي.
حدود او سرحدات مناسب دي کنه ؟ اختالف هم وجود لري ،ځینی وخت بیا هیڅ اختالف نه وی .په واقعيت کي ،دمنطقو
دقيق تعريف ديو داسي کابوس او د تشویش وړ ټکي په شان دى چي زياتره منطقه یی اقتصادپوهان ورڅخه دبې زړه
توب لورته ميالن لري او په هغه صورت کي چي دوى مجبور وي چي په اداري سيمو باندې دپاليسي دمالحظاتو په
اساس باندي کار وکړي او ياهم له نورو فضايي واحدونو څخه دهريو په اړه باندي معلومات او سوابق موجود نه وي ،د
دې ستونزمن کار له کولو څخه ډډه کوي .لنډه دا چې دمنطقوی اقتصاد حدود تر یوې اندازې د سیمو او هیوادونو په
تصصمیم پورې اړه لري .په دې اړه يو واحد تعريف وجود نلري ،دتعريف انتخاب بايد په لومړۍ درجه کي دڅیړني
داهدافو پر بنسټ ترسره شي .دبيلګي په ډول که چيري سيمي په يوه بين الساحوي پالن جوړونه کي دغير مترکزو ملي
طرحو ديوې وسيلي په توګه مطلوبي وي،نو په دې صورت کي دسيمو لږ شمير “مثالً پنځه يا شپږ” مناسب دى .په دې
حالت کي ،دمجاورت معيار خورا مهم دى .داخبره ددې معني ورکوي چي دسيستم ساحې بايد يو له بل سره تداخل او
ترکيب ونلري ،بلکي بايد له ملي قلمرو سره مجاورت ولري .په دې ډول ،يو بين الساحوي سسيتم په ساده ډول دامعنا
لري چي ملي قلمرو په يو ټاکلي شمير مجاورو ساحوباندي وو يشل شي .دايو اسانه کار نه دى .دبيلګي په ډول دهسپانيې
تجربه په نظر کي ونيسئ :دهسپانيې پنځوس واليتونه دبين الساحوي پالن جوړوني لپاره زيات موثر دي .دغه ډول يوې
تجمع ته اړتيا ده .باالخره ،دتيرو دوو لسيزو يا له دې څخه په زياته موده کي هسپانوي اقتصاد پوهانو او پالن
جوړونکو دحدودو دمتبادلو تحديدونو کره شميرې وړاندي کړي .البته دپنځو او شلو سيمو په منځ کي .
کله چې اقتصادی سیمی د یو هیواد دننه په نښه شوی وی،هغوته سیمه یا منطقه ( ) regionنه ،بلکې دوالیت (
)provinceاو ناحیې ( ) districtاصطالحات کاروی ،حال داچې دڅوهیواد ترمنځ د یوی اقتصادی سیمی
جوړول سیمه ییز اقتصاد بلل کیږي.
زون په اصل کي يوه فني اصطالح ده چي دهغه عرضی کمربند معنی افاده کوي کوم چي له يوې کرې څخه غوڅ شوى
وي.مګر اوس مهال دهغې سيمې دتعريف لپاره استعماليږي چي له هغې ساحې څخه بيلې ځانګړتياوي ولري ،کومه چي
همدا سيمه يې احاطه کړيده .منطقه “ ”Regionيوه خورا دقيقه اصطالح ده “دتعريف له اغماض .سره –سره ” چي
دملي اقتصاد په داخل کي په هغې سيمي باندي داللت کوي چي کومه په خپل جوړښت کي خورا جامع ده او په مستقل
ډول عمل کوالى شي اوزياتو عملي مواردو کي داقتصاد له ستونزو سره پياوړي اړيکي لري .تکراراً ويالى شو چي
منطقه” ”Regionداسي يو انسجام لري کوم چي په تاريخي ډول په يوه فضاباندي .استوار دى ،په داسي ډول سره چي
کيدالى شي دغه انسجام دزماني بُعد له نظره هم تعريف شي.
نتیجه :سیمه ییز اقتصاد Regional Economicد اقتصاد د علم د پراخه ډګر يوه هغه څ��نګه ده چي د
منطقو اقتصاد ،اقتصادی پوتانسيل ،له نورو سيمو سره يي د اقتصادی اړيکو ټينګول او د سيمې اوسيدونکو د اقتصادی
اړتياوو پوره کول او په ځانګړو سيمو کی د ځانګړو منابعو تخصيص مطالعه کوي.
سیمه ییزاقتصاد په یوه ځانګړي .فضایی بُعد کې اقتصادی فعالیتونه چې د اقتصادیت په موخه متمرکز شوی ،څیړی .په
دغه مطالعه کې ډير مسايل .شريک دی لکه :جغرافيه او جغرافياوی خصوصيات ،د پولو او سرحداتو پيژندنه ،د منابعو
دغوره تخصيص تخنيک ،دعامل -حاصل تحلیل ،د اقتصادي فعاليتونو ګاونډيتوب ،ښاری او کليوالی تشبشات بيلول ،د
مناقالتو د اقتصاد مطالعه ،د بين الساحوی او ساحوي پالنونو جوړول ،له سياسی واقعيتونو څخه خبرتيا او ناحيه بندی يا
ناحيو باندې ويشنه .په دی توګه دا علم د کمپوزیت compositeيا مرکب دانش او تحقيق يو پايله ده ،چې د سیمی د
اوسیدونکو د ژوند د سټنډارډ د اوچتولو ،د مفاد د اعظمی کولو او د لګښتونو د اصغری کولوپه موخه د يوی ټاکلی
جغرافيايي ساحې او فضايي بُعد spatial dispersionتر چتر الندی اقتصادي فعاليتونه څيړي.
ترډير وخت پورې دمنطقوی اقتصاد په ډګر کې هم دعمومي اقتصاد په منطق باندې چلند روان و .دتوليد ،لګښتونه،
عوايد او د نورو مسایلوسنجش لکه دعمومي اقتصاد په شان ترسره کيد ،خو وروسته داموضوع درک شوه چې په
منطقوی اقتصاد کې دمحل اسقرار ،دمناقالتو د دايرې محدوديت ،دتمرکز نقاط ،دعامل – .حاصل بين المنطقوی تحليل،
دمزيتونو( )Advantagesمقايسه .او داسې نور ټکی هغه څه دي چې له عمومي اقتصاد سره يې بايد توپير وشي.
تجاربو ثابته کړه چې د منطقوی اقتصاد اهميت په دې کې دی چې داقتصاد دعلم دغه برخه خپلې درې مهمې ساحې لري
چې لږ وروسته به يې ولولو.
د منطقوی اقتصاد تیوري او موډلونه او دهغو تطبیق او ترالسه شوی تجارب د اوږدې موې په ترڅ کې تر کتنی او
مطالعې الندې ونیول شول ،تر څو یې چې اوس د یوې نوې او پرمختللې څانګې په توګه تبارز وموند .د دغه علم د
پرمختګ لپاره بیالبیلو علماوو نه ستومانه کیدونکی زیار ګاللی دی .وان تونن( Johan Heinrich von
)Thunenیو آلمانی اقتصاد پوه و چې د اقتصادی فعاليتونو او د سيمو د ګټورتوبونو له مخې يې سيمې او مناطق جال
کړل .نوموړی د مارکيټ او مرکزی .بازار څخه د لری والی يو موډل وښود چې له مرکزی بازار څخه د فاصلې په
زياتېدو مفاد کميږی .نوموړي له ۱۷۸۴څخه تر ۱۸۵۰م .کال پورې ژوند کړی او د کالسيکو اقتصاد پوهانو په ډله
کې نامتو اقتصاد پوه و .ده لومړی د يوې سيمې کرنيزې ځمکی د کمربندونو په واسطه په مناطقو وويشلي او له مرکزي
مارکيټ څخه يي د فاصلی له مخی د هغو توليد او کرايه وسنجوله .ده په حقيقت کې مناطق د ځانګړو توليداتو لپاره
وښودل ،
نيو کالسيکانو ته هم د منطقی ټاکنه په زړه پورې وه .د بيلګې په توګه امريکايي اقتصاد پوه Robert Solowپه
۱۹۵۶او ۱۹۵۷م .کلونو کی د منطقويتوب نظريه خپره کړه او د يوې منطقې د عرضې اړوندو عوامل يې څرګند کړل
او د عرضې د عواملو سره يو ځای يي د تخنيکی عواملو پرمختګ او د کار د مولدیت د زياتيدو نظر ورکړ .د کينز
پيروانو په معاصروخت کې د تقاضا په عواملو ټينګار وکړ .دوی د توليدي نتايجو لپاره په منطقه (سيمه) کې رقابت د
اهميت وړ وباله ا و ( Cumulative Causationمجموعی ټول داليل) او demand-based
( explanationد تقاضا پر بنسټ توضيحات) يي د منطقويتوب لپاره داليل راوړل او دا يې د منطقوی پرمختګ
لپاره يوه آنګيزه وبلله.
د وان تونن له مهال څخه وروسته بيا صنعت او خدمات هم په څيړنو کې شامل شول .د هغه په موډل کی ويل شوي چي
هغه توليدات چي درانه او خرابيدونکی دی بايد مرکزی مارکيټ .ته لنډ توليد شی چی په لږ مصرف مارکيټ .ته
ورسيږی:
له وان تونن پرته ،يو شمير نورو پوهانو لکه رالی بارلو ،ویبره ،Weberلوش ،Loschاو کرستلر Cristallerهم
د منطقه یی اقتصاد په هکله څيړنې او ليکنی کړی دی .
وان تونن دغه سيمی په A،Bاو Cيا د اعدادو له مخي په …1،2،3وښودې .د تونن برخالف سيزا مانسکی (
)1973( )Czamanskiد سيمې (،)areaحوزې ( )zoneاو ناحيې ( )regionد اصطالحاتو ترمنځ توپير
څرګند کړ .سيمه يا areaيوه عمومی اصطالح ده چې د يوی دوه بُعدی فضا د يوې برخې معنا افاده کوي .دغه ډول
ساحه او سيمه ټاکنه د ټاکلي او معين .اقتصادي فعاليت د ښوونې لپاره استعماليږي .لکه هغه سيمه چې هلته يواځی
بریښنايي وسايل پلورل کيږی ،هغه سیمه چې د ژمی له خوا واوره پکې وریږی او داسې نور .ددې سره په توپير کی
زون Zoneيوه فنی اصطالح ده چې د کمربند او کرښو په واسطه تقسيم بندي شوی وي لکه د بيو زونونه چی لومړي
زون کې بيي د دوهم او دريم په پرتله ارزانه وي .خو منطقه regionبيا يوه کره او په نښه شوی پراخه ساحه ده چې
هم په ملی پولو (سرحداتو) کی دننه او هم د څو هيوداونو څخه جوړه شوي وي .يعنی ملی او له ملي کچی پورته
منطقی .دا یو فضایی بُعد دی چی اقتصادی فعالیتونه را نغاړی .دا هم باید ووایو چی د اقتصاد د علم له ډګر څخه بهر په
عمومی خبرو کی د دوی توپیر هیچاته مهم نه ښکاری او ورځنیو خبرو -اترو کی تل دا اصطالحات یو د بل پرځای
استعمالیږی.
دلته په منطقه یی اقتصاد کې اکثراً له منطقو څخه موخه د هيواد دننه هغه جغرافياوی ساحات دي چی د يوه ټاکلی جنس
يا خدمت د توليد اوچت ظرفيت لری لکه د صنعتی خامو توکو منطقه ،د ميوه جاتو د توليد منطقه ،د تفريحی او توريزم د
صنعت منطقه او داسي نور ،خو ځينی وخت بيا د يو هيواد له ملی پولو بهر په بين المللی ډول د څو هيوادونو يو ګروپ،
ډلې يا بالک ( ) blockلپاره استعماليږی .د منطقو سره جال کولو ته درې کالسيک ډولونه موجود وو ،چې اوس دغو
ويشنو کی بدلون راغلی .دغه کالسيک خصوصيات په الندې ډول دي:
الف) متجانسي منطقې :دغه سيمې يو شانته ځانګړتياوې .لري ،کوم داخلي توپيرونه که موجود وي ،هغه ډير په پام کې
نه نيول کيږی .دی ته homogeneous regionويل کيږی.
ب) قطبی شوی منطقې : Nodal (polarized) regionدلته مشابهتونو او ورته والي ته اهميت نه ورکول
کيږی .معموالً د پام وړ د يوی ټاکلی غوټی ( )nodeخواته قطبی شوی وي او سيمه د همدغې غوټی په محور ويشل
شوی او نوم ورباندې ايښودل شوی وي .دغه محوری يا دپام وړ غوټه د اقتصاد لپاره مهم ( دمقصد ټکی یا)adhoc
وي چې پالنونه او پروګرامونه ورته په پام کې نيول کيږي.
ج) د پالن جوړونې يا برنامه ريزی ( )planning / programming regionله مخې منطقی :په
دغه ډول ويشنه کې اداري يا سیاسي برنامې او تصاميم رول لري.
اقتصاد پوهان ،اقتصادی پاليسی جوړوونکی او د توليد او مارکيټ متخصصين .د پام وړ ناحيي په الندی توګه ټاکي:
دا هغه سيمی دي چې ګرانبيه او لږ موندل کيدونکی او تجملی اجناس پکې زيات دی ،نو ځکه دغه ډول سيمې ډيرې د
پاملرنې وړ وي .البته د Reilly له نظر سره سم دغو سيمو کې ممکن عادي او ادنی اجناس هم وی ،خو د ادنی او
اعلی اجناسو ترمنځ ،په منځنی توګه توپير زيات وي .ادنی اجناس ټول هغه اجناس دي چې بله هره سيمه کی خامخا
موندل کيږی ،مګر اعلی او د لوړي بيې اجناس ممکن نورو سيمو کی ونه موندل شي لکه لبنیات ،سابه ،ډوډۍ ،صابون،
شکره او نور چې په هره سيمه کی شته ،خو لوکس عطر ،فيشنی نکتايي ،يخچال سره زر ،الجبراو داسی نور ممکن
هره بله سيمه کی نه وي .د لويو او عصری .سيمو مارکيتونو کی بيه او لګښت دواړه لوړ وی
دلته مهمه .داده چی بايد د تصديو محل تبديل شي .د لوکسو اجناسو توليدوونکی تصدی بايد لوړو بيو سيمو ته نژدې وې،
خو د ارزانه اجناسو تصدی که اطرافونو ته نږدې وي بده نه ده .خو مشکل دادی چی د سيمو ويشل او ناحيه بندی
يواځی د اقتصادی تصاميمو تابع نه ده ،بلکی دلته حکومتی پولې(رسمی سرحدات)د اقتصاد پوه لپاره ستونزه پيداکوي.
په تيره بيا که چيری اقتصاد پوهان له ملی پولو څخه پورته په اقتصادی منطقو فکر کوي ،نو بايد د يوه معين فضايي بُعد
Spatial dispersionپه حدونو کې اقتصادی فعاليتونه و څيړالی شي .د يوه هيواد دننه اقتصادی منطقی ټاکل
کوچنی فضايي بُعد احتوا کوي ،خو له ملی پولو بهر د دوو يا څو هيوادونو ترمنځ اقتصادی منطقه جوړول بيا يو پراخه
فضايي بُعد جوړوي .مهمه داده چی په دغو فضايي بُعدونو کی اقتصادي مسايل .ښه رهبری او مديريت شي .د دی
څانګی د ښه مديريت لپاره په هغو مسايلو پوهيدل ضرور دي ،چې راتلونکو څپرکیو کې ورباندی بحث کوو.
څرنګه چې سیمه ییز اقتصاد د فضایی بُعد او اقتصادی فعالیتونو اړیکی تحلیل او مطالعه کوي او هره سيمه او منطقه
بيله بيله ځانګړنه لري ،نو دهرې سيمې اقتصادي اوسيمه یيز پرابلمونه هم سره توپير لري ځکه نومنطقه یی اقتصاد ته
اړتيا ليدل کيږی ترڅو چې د نوموړي علم څخه په ګټه اخيستنې سره دهرې منطقې لپاره پالن جوړاو داسې نورې اړينې
کړنې ترسره شي .منطقوي اقتصاد دانان عمدتا ً په الندنیو برخو کی څيړنه او په هغو باندې بحثونه کوي :دصنعتي
موقعيت مشخصات ( په ملي او له ملی پولو بهر په منطقوي کچه )،دتصديو د تمرکز او دهغو منطقه یی اقتصادي
تاثيرات،د کورنيو مهاجرتونومشخصات اودځمکې په ګټه اخيستنه کې مثبت تغيیرا ت،منطقوی تخصص ،په ځانګړو
سیمو کی د اقتصادی فعالیتونو په تمرکز سره داقتصادي او ټولنيزو تغيیراتو محيطي تاثيرات ،داقتصادي او اجتماعي
شرايطوبرابری ،په سيمه کې دسوداګريزو اړيکو پياوړتيا ،د عامه .او خصوصي سکتورونو دپراختيا لپاره دمناسب
چاپيريال رامنځته کول ،داقتصادي او سيمه ايز انضمام پر مټ دزيربنايي پروګرامونوپرمختيا ،ددولتي سکتور د ادارو
پرمختيا او ښه حکومتولي ،هغه سیمې چې ال تر اوسه وروسته پاتې او انزوا کی دی د هغوتردټولنيزې انزوا راکمول ،
په منطقوی کچه دچاپيريال .ساتنې پروګرامونو جوړول او دنړۍ له نوروسيمو سره د اړيکوپياوړي کول .دغه علم د
تاریخ په اوږدو کې تکامل وکړ او په هغه کې بیالبیلو علماوو زیار ګاللی دی .په اقتصاد کی د بیالبیلو سیمو او هیوادو
شریک کیدو او اقتصادی ګډو عالیقو سیاسی نامالیمات او خوابدۍ اوسیالۍ په ملګرتوب بدل کړی دی .نن ورځ د دغه
علم له انکشاف څخه یوه نوی اصطالح رامنځته شوی چی ( ) freenemyورته وایی .لومړۍ برخه ( )freind
یعنی دوست یا ملګری څخه اخیستل شوی او دوهمه برخه ( )enemyیا دښمن ،یعنی دوست دښمنان ! هغه دسیاسی
ډګر دښمنان چی په اقتصاد کی ډیر ښه دوستان او ملګری دی .موږ ته دا ډیره مهمه ده چې سیاسی سیالی په اقتصادی
مرستو او پیوستون بدله شی او د دښمنۍ فضا په دوستانه فضا واوړی.
یو اقتصاد پوه د منطقو او سیمو د اقتصادی پوتانسیل ،مناسب موقعیت ،د مناقالتو دلګښت ،د بازارڅخه دفاصلی او
نورو فکتورنو په تحلیل سره ،د یوې منطقې لپاره فعالیت او دتصدیو تمرکز ټاکی .دځانګړې محل ټاکنې پريکړو څخه
موخه داده ،چې څنګه دځانګړي محل ټاکنې واحدات ( )Location unitsلکه کورنۍ (مستهلکین)،کاروباريان .او
دولتي دواير دخپلو اوسيدو او کړنوسرته رسولو لپاره محالت وټاکي او يا د ضرورت پرمهال .محالت بدل کړي .ممکن
په لومړي سر کې زمونږ تحليل دجزوي اقتصاد(تصدۍ) په کچه وي ،بيا به وروسته دملي اقتصاد په کچه تحليل ترسره
کړو يانې لومړی به په Micro levelچې دلويو واحدونو جوړوونکي دی ،تحليل وکړو لکه يوه يا دوه کورنۍ،
کاروبار او دولتي (عامه) فابریکه او کوم بل واحد ،بيابه وروسته په Macro levelيادلويو واحدونو لکه
ښارونو ،صنعتونو ،سيموو او داسې نورو کچو تحليل وکړو.
منطقه ټاکنه دپولو په جال کولو سره پيل کيږي چې هم په لويه کچه وي او هم په کوچني کچه .مناطقو اوسيمو ته
ځانګړی نومونه هم غوره کيداي شي او د نقشې پرمخ په ځانګړو جغرافياوی نښو او رنګونو هم ښودل کيږي .دنړۍ
پرمخ هر هيواد ديوه سياسی واحد په توګه خپله ځانګړی خپلواکه فضالری ،چې د يوه دولت د قلمروپه توګه پيژندل
کيږي.
عمالً ديو شمير مقاصدو دترالسه کولو ،د يو شمېر ګډوګټو څخه دکار اخيستلو ،يوبل سره دالس ورکولو او دپياوړتيا د
اوچتولو او نور و موضوعاتو لپاره څو منطقې يوبل ته الس ورکوي او يوه واحده منطقه ( )regionجوړوي.
يوشمیر سيمې مطلقا ً دسياسی تصميم له مخې جوړيږی .يو شمېرنوري .داقليمی خصوصياتو له مخې جالکيږي .يو
شمیر نورې سيمې داقتصادي ګډو ځانګړنو له مخې اوکيداي شي ځينې سيمې دکلتوری مشترکاتو .له مخې په نښه شی.
په عمومي توګه دنړۍ پرمخ .منطقې په څلورو ډولونو ويشل شوي دي:
مثالونه:
دټولې نړۍ په کچه دويشنې مثالونه دآسيا دجنوب دمنطقې پيژندنه ده چې دنفوسو يو ډير لوی اګلو مرشن دی .يا .1
دنړي لوی صنعتی هيوادونه چې دسوداګری او ملی عايد له پلوه په يوه جالګروپ کې راځې.
دڅو هيوادونو په کچه ديوې منطقې ښودل لکه لری ختيځ ،منځنې ختيځ او ياهم شمالي امريکا ،جنوبی امريکا او .2
داسې نور.
دسيمې دڅو هيوادونو په کډه منطقه لکه د مرکزي .آسيا هيوادونه ،دجنوبی آسيا هيوادونه ،جنوبی افریقااو نور. .3
په ملي کچه په هيواد کې منطقه ټاکنه لکه دافغانستان .ختيځ زون( ننګرهار ،لغمان ،کونړ ،نورستان). .4
دکوچنيو منطقو ټاکنه:لکه د پامير واخان چې ځانګړی طبیعت لري ،يا زمونږ هيوادکې د مديترانی اقليم لرونکی .5
منطقه چې په ننګرهار کې يوڅو ولسوالی او دجالل آباد ښار شاوخوا سيمه ده ،دهيواد دجنوب شګې لرونکی دښتې
او داسې نورمثالونه.
ً
لومړنۍ درې کتګوری مطلقا سياسی اړخ لري ،خو دهيواد په کچه ياله هغه ټيټه کچه ديوه هيواد خپل واک او اختيار
دی چې ددوی ملی تصاميمو پورې اړه لری .هره کتګوری دحقوقی او ارګانيکی پلوه داړيکو او چلند له مخې توپير
کوي .خوپه يوه کې سيمه ييزتوب ته عالقه موجوده وي .اقتصادي اړتياوی دسيمه ييزتوب او منطقه پالنۍ (
)regionalismمهم انګيزه ده .دغه انګيزه او اړتيا دومره مهمه ده چې ځينې وخت دوه دښمن هيوادونه داقتصادی
ګټو لپاره ملګری کيږي چې دبازار په اقتصاد کې ورته Freenemiesياد ملګري او دښمن اړيکې ويل کيږي.
داسې بيلګې شته چې ديوې سيمې دوه ياله دوه څخه زيات هيوادونه ممکن له سياسی پلوه يوبل سره دوستان نه وی،
خو داقتصادی اړتيا وو له مخې په يوه منطقه کې يو د بل همکار دی او دمجبوريت له مخې يې اقتصادی ملګرتوب
رامنځته کړی دی.
خو دخوشحالي خبره داده چې ډيرو هيوادونو په خپله ملي کچه باندې اقتصادی مناطق ايجاد او ډير ښه يې په نښه کړی
دي .په ملی کچه داقتصادی منطقو ښه والی دادې چې دغه سيمې دهيواد دواحد سياسی حاکميت الندې وی او دقدرت له
اصالت څخه برخمن وي .ملی حاکميت خپلو مناطقوته په ښه ډول رسيږي داځکه چې په سيده توګه ورسره په تعامل.
کې وي .نورې دوه کچې په سيده توګه په ملی کچه د منطقو ويش تراغيزې الندې نه راولي ،بلکې د یو شمیر تعامالتو
او عقدونو تابع وی .په دې ډول سره دمناطقو دغه ويش يوډول جوړښت دی .خو په حتمې توګه د مراتبو دسلسلې بڼه نه
لري .ددې معنی داده چې ددغه جوړښت ځينې سطوح مستقل اوخپلواک دي ،نو ځکه دتابع يافرعی نوم ورکول ناسم
کاردی .ځينې وخت يوشمیرتیټې کچې دټولې نړې دکچې څخه تابعيت کوي ،خو نه دتل لپاره .اونه هم هر وخت ! دبيلګې
په توګه :افغانستان دملګروملتونو دمنطقه يې ويش په )( ESCAPمنطقه کېواقع دی او ددغې حوزې په پروګرام کې
به کار کوي او ESCAPبيا د ملګرو ملتونو دټولې برنامې مطابق کار کوي .بل مثال يې دسارک لخوا دباميان .د
فرهنګی مرکز ټاکنه ده چې افغانستان .به دسارک دمنطقوي سازمان پريکړی په دې برخه کې عملي کوي .ددې بالمقابل
که دافغانستان .دولت بغالن ديوی صنعتی منطقې په توګه ټاکې ،ددې منطقې برنامی او ټول اجرات بيا هيچا پورې اړه
نه لری ،بلکی دافغانستان دولت ،دسوداګری اوصنايعو وزارت واک لری چې رهبری يې کړي.
داقتصاد دمنطقه یی کيدو فلسفه په دې ټکې والړه ده چې داقتصادي انضمام اونړيوالتوب سره سره ،بياهم دټولې نړۍ
اقتصادی وحدت ناممکن دی .نو دسيمو داقتصادی ځواکونو اوسرچينو سره متحدکول دغه آرمان تريوه بريد پورې پوره
کوالی شي .دګلوبلستانو (دنړيوالتوب نظريه ورکوونکو)په فکر دمنطقه يې اقتصادونو دسازمانونو رامنځته کيدل
داقتصادی ،طبیعی اوجغرافياوی اړتياوو محصول اوپايله ده اوکيداي شي چه نړيوالتوب سره مرسته وکړي.
Ernest Hassچې دنړيوالو اړيکونامتو څيړونکی دی ،په نړيوالو اړيکوکې يې دمناطقو دسره يوځای کيدل ،په
اقتصادی پرمختګ او دوستانه اړيکو ټينګيدو کې اغيرمن بللی دی .لکه هغسې چې يوهيواد دخپلو سياسی پولو دننه
دجغرافيايي اوطبیعی ځانګړنو له مخې دوالياتو په کچه اقتصادی منطقه په نښه کوي ،همداسې هم څوهيوادونه په لويه
کچه دغه ډول منطقه جوړوي چې دپريکړو واک دسيمې په کچه يوسازمان ياکوم بل مرکزی ارګان ته سپاری .لکه د
سارک سازمان ،ايکو اونور سازمانونه .دوي دالسليک شوي تړون او د تړون سره مل دقوانينو او طرزالعملونو له مخې
ددغې منطقې اقتصادی چارې په ګډه سمبالوی .يوشمير ګډاقتصادی اهداف اوتاريخي،جغرافيايی .کلتوری ،سياسی
اوټولنيز وجوهات دوی سره متحد کوي.
ځينې وخت دغه ډول منطقه یي سازمان له دوو ،دريو ياڅو هيوادونو څخه هم پراخ او ديوه براعظم په کچه جوړيږي .د
ANZCERTA, CARECبنلوکس BENELUXدکارابين دحوزې دهيوادو CARICOMمنطقوی سازمانونه.
يې غوره بيلګې دي .په منطقويتوب( )Regionalismکې دپام وړټکی دادی چې دسيمې په کچه ګډې اړتياوې
ترالسه کيږي .د دغو اقتصادی ګټو په خاطر حتا خپل يوشمير صالحيتونه دمنطقوی سازمان .په واک کې ږدي .د
Goldsteinپه وينا :په دې حالت کې اقتصادي اهداف دملی دولت له کچې پورته کيږي او په نړيوال ډګر کې ديوه
سازمان .کچې ته ر سيږی او دمنطقې په کچه يوه سياسی همغږی هم رامنځته کوي ،يعنی منطقوی اقتصاد دسياسی تفاهم
سره ډيره مرسته کوي او دسولې له سترارمان .سره هم مرسته کوي.
منطقويتوب په تيره بيا هغو هيوادونو ته ډیر ضروری ده چې التراوسه له اقتصادی پلوه خوار او له سياسی پلوه په
انزواکې دي .دوی به په انفرادي توګه ډيرخوار پاتې شي .خوپه يوه منطقوی سازمان کې يې غړيتوب ،دپرمختګ
چانس زياتوي.دملی پولودننه دمنطقو په رامنځته کولو او له ملی پولوبهر دهيوادونو په کچه دمنطقوي سازمان .جوړول
دپوره دقت ،دملی منافعو تضمین کولو ،دوه اړخیزه یا څو اړخیزه عادالنه تړون ،د اقتصادیت دسنجش او داسې نورو
باریکو مسایلو د کره کتنې غوښتنه کوي.
د منطقوي اقتصاد حقوقی(قانوني) Hاړخ
ملی حاکميتونه دخپل هيواد دننه دخپلو ملکي تقسيماتو له مخې اقتصادی منطقې د يوشمير اړتياوو ،مشابهتونو ،د
لګښتونو دکمښت ،اقليمی توپيرونو ياورته والی ،دخامو توکو دپيدايښت اونورو داليلو له مخې ټاکي .مخکې تر ۱۳۷۱
ل .کال څخه افغانستان صنعتی فعاليتونه په اوو منطقو کې په نښه کړي وو چې هرې منطقې يومرکز .درلود .د دغو
منطقو د استمالک په برخه کې ستونزه نه وه ،د ځمکې هر استعمال (لکه زراعتی استعمال ،صنعتی استعمال ،رهایشی،
تفریحی او خدماتی او نور ) پکې رعایت شوی و .موږ دا حق نلرو چی زراعتی استعمال .او شنه ساحه په تجارتی یا
ترانسپورتی یا مسکونی ساحو بدلې کړو ،بلکی د ځمکې د هر استعمال .لپاره باید وړ او مناسب محالت و ټاکو .موږ
پخوا ملی پارکونه هم په نښه کړي وو او توریستی سیمی هم ټاکل شوې وې.
له ملی پولو څخه بهر د دوو يا څوهيوادونو ترمنځ داقتصادی منطقې جوړول چې ددوی دحکومت څخه جال ديوه
سازمان .په بڼه فعاليت کوي ،يوه قانوني کړنه ده چې دنړيوالو حقوقو سره سم جوړيدای شي .مونږ دلته دنظامی منطقوی
سازمان .او سياسی منطقوی سازمان .سره کار نه لرو .بلکی دبحث موضوع موصرف دمنطقوی اقتصاد دپرمختيا
اومديريت لپاره اقتصادی منطقوی سازمانونه .دي چې ټاکلی هيوادونه پکي غړيتوب ترالسه کوي او مشخصي
جغرافيايی سيمې پورې اړه لري چې دوی خپل منځ کې يوډول منطقوی اقتصاد يا منطقوی اقتصادي اړيکې رامنځته
کوي .دغه ډول منطقوی جوړښت ديوې اساسنامې اوتوافق شوی قرارداد له مخې جوړيږی او په هغه کې شامليدل
اختياري بڼه لري اويومنطقوی اقتصادی ساختار د حقوقی اهليت لرونکی وي .خومعموالً ديوه دولت په شان عمل نه
کوي .بلکې دخپلې اساسنامې مطابق مشخصو برخو کې يوبل سره همکاری او تعامالت پرمخ بيايی .هرغړی خپلو
حقوقی،سياسی او مالي چاروکې استقالليت لري .د دوي حقوقی سرچينې ددوی ترمنځ السليک شوی توافقنامه،
اساسنامه ،د اسنادو دوه اړخيز ياڅو اړخيز تړونونه او نړيواله قضايي رويه ده .دوی په شريکه ديپلوماتيک اساسات
اواداب رعايتوي .يومنطقوی اقتصادی سازمان .او تړون دمحصول اومالياتو ،ګمرکی تعرفو ،بيمه ،شخصی خدمتونه او
نور ټکي ډېرروښانه او په اسنادوکې درج کوي ،حال داچې ديوه هيواد دننه داقتصادي منطقوجوړول ددې ډول ادابو
اواسنادولپاره اړتيانه لري .بلکۍ دملی اقتصاد دپرمختيا دملی توليد او ودې اودسيمې دخلکو دهوساينې لپاره کار کوی
اودسيمه ييزه اقتصادی سرچينو دښه تخصيص اودخلکوهوساينه یې هدف وي .داوسنيو نړيوالو واقعيتونو څخه ښکاري
چې منطقوی اقتصادی مرستې اومنطقوی اقتصادی سازمانونه .دپراختياپه حال کې دی او ددغه ډول متقابلو ،دوستانه او
مساويانه اړيکو په رامنځته کيدوسره د سيمو اقتصادی وده پوره ښه شوی ده او ددوی واکونه او فعاليتونه ممکن .تردې
هم زيات اوپراخه شي.
منطقه یی اقصاد له هماغه .پیل راهیسی داقتصادي فعاليتونو فضايي ويشنې سره کار درلود او له ډیره وخته د فضایی بُعد
او اقتصادی فعالیت ارتباط تر څيړني الندي نيسي .داقتصاد تاريخ دهغو راز –راز هڅو ښوونه کوي چي په ښکاره ډول
سره دفضايي موضوع دپه نښه کولو لپاره ترسره شويدي.لکه دمقايسوي ارزښت او دنړيوالي سوداګري په تيوريو کې .
عالوه پردې ،دفضايي اقتصادي تحليلونو سره یو شمیرمرسته .کوونکي الري چاري کيدالى شي چي داون تونن “Von
”thunenويبر “، ”Weberپالنډر “، ”Palunderهاټ لينګ “، ”Hotellingپري ډول “
، ”Predohlکريسټالر “، ”Chirstallerلوسچ “ ”Loschاو نورو په کارونو کي وموندل شي .همدوی ددغی
څانګې نامتو پوهان وو چې د منطقوی اقتصادی تاریخ جوړوی.مګر تر دويمي نړيوالي جګړې وړاندي منطقه یی
اقتصاد ديو مستقل نظام په بڼه راڅرګند شوی نه واو نه هم دپنځوسمي لسيزي ترنيمايي پورې دجغرافيايي موقعيت په
ستونزو پوري داړونده مفاهيمو دمطالعي لپاره ديو منل شوي تحليلي چوکاټ په بڼه منځ ته راغلى و .د دوهمې نړیوالې
جګړې دپای ته رسیدو له مهاله وروسته ،منطقه یی اقتصاد “ Regional Economicsاو وروسته ښاري اقتصاد”
Urban Economicsدفضايي اقتصادي سيستمونو دجوړښت او تکامل په اړه دزياتو معلوماتو دالس ته راوړلو په
برخه کي خورا دپام وړ پرمختګونه وکړل.له ډيرې مودې پخوا راهيسې هيوادونو دااړتيا احساس کړي وه چې ديوشمير
مشترکو وجوهاتو ،کډواړتياوو ،دسرچينو سره شريک کولو اويودبل له مساعدو امکاناتو په استفادې ځانونه اقتصادي
ودې ته ورسوی او دلويو اوکوچنيو اقتصادي منطقوپه جوړولو دمنابعو دضايع کیدومخه ونيسی .دغې مفکورې ديوې
جغرافيايی فضا درامنځته کولو اړتيا پيښه کړه .کيداي شي دغه فضا يواځی دوچې پرسروی ويا هم کيدای شي اوبه او
سمندرونه هم پکې شامل شي .دولتونو ته داثابته شوه چې په يوه منطقه کې دسياسی اونظامې همکاريو په پرتله اقتصادي
همکارې ډيره آسانه اوګټوره ده .داقتصادي همکاري .په فضا کې ګډيدل دومره پيچلی نه دي لکه له نورو هيوادونو سره
چې په نظامې ياسياسی فضا کې ګډيدل دومره پيچلی اوستونزمن دی .خو که دغه فضا ديوه هيواد دسياسی قلمرو دننه
وي نوبيا بيخی ستونزه نشته حال داچې دمنابعو،بشری ځواک او وسايلو څخه ښه کار اخيستل کيږي او د ترانسپورت
لګښت ډير کميږي .،نو ځکه هيوادونو دې ته مال و تړله چی د خپلو قلمرونو دننه منطقوی اقتصاد په شان ،په لويه کچه
منطقوی اقتصاد جوړ کړی .دغه مفکوره د لومړي ځل لپاره له ۱۹۴۵م .کال څخه وروسته عملي شوه .او اقتصاد
پوهانو د اقتصادی فعاليتونو فضايي بُعد او د هغه په دننه کې اقتصادی فعالیت ( Spatial Dispersion and
) Coherence of Economic Activitiesته پاملرنه واړوله .او د فضايي بُعد مسّله يي د منطقوی اقتصاد
په تيوري سره حل کړه .د همدې اړتيا له مخې د اقتصاد د منطقوی فعاليتونو د آسانه ترسره کولو لپاره د BENELUX
اتحاديه جوړه شوه .ورپسي د اروپايي مرستو سازمان Organization for European Cooperationپه
۱۹۴۸م .کال کی او بيا په ۱۹۵۲د ډبرو د سکرو او پوالدو د اقتصادی فعاليت سيمه يا European Cool and
Steel Communityجوړه شوه .ورپسي په ۱۹۵۷م .کال کې د شپږو هيوادونو په ګډون د اروپا اقتصادي ټولنه
( )European Economic Communityيا EECجوړه شوه .چی وروسته يي پوره پراختيا ومونده چي نن
د اروپايي اتحاديي European Unionپه نوم فعاله ده .تر دغه منطقوی جوړښت الندي د کرنی ،کب نيولو او
ترانسپورت د پاليسيو په هکله پريکړی کيږی او خپل اقتصادی فعاليتونه په همغږی سره تنظيموي .اوس منطقوی
اقتصاد الندنيو پوښتنو نه ځواب وايي:
– ولي وګړي په يوه سيمه کی تجمع کوی ،ښارونه جوړوی او عرضه .او تقاضا رامنځته کوی او تجارتي فعاليتونه دی
ډول ځايو کې متمرکز کيږي؟
– یوه انحصاری تصدی او په منطقه کې څو رقابت کوونکی تصدۍ به دګټوله پلوه څه وضعیت ولری؟
اوسني وخت کي په حقيقت کې نړيوال نظام د نړۍ د ګډو م َسئلو لکه چاپيريال ساتنی ،د بيوزلي له منځه وړل،
مهاجرتونو ،نړيوال امنيت او داسي نورو م َسلو په هکله د پريکړو واک لري او منطقوی جوړښتونه د سيمی په کچه په
يوه ټاکلي فضايي بُعد کی د اقتصادي مسّلو په هکله د پريکړو واک لري.
د اقتصادي منطقو فعاليتونه او مناسبات .ډير پيچلی نه دی ،خو د سياسی سازمانونو مناسبات يو بل سره پيچلی دی. .1
زياتره وخت منطقوی اقتصادی جوړښتونه ،سياسی مناطق او د هغو ممکنه مرکزونه او د رهبری مقر په الندی
ډول ترسترګو کيږی:
د
منطقوي اقتصاد درې ټاکلی او مهمې ساحې
کله چې اقتصاد پوهان ،پالیسی جوړونکی او متصديان .دې ته ځيرشول چې ټاکلی توليدات بايد ټاکلو منطقوکې وشی
اودمفاد داعظمی کيدو لپاره ،په یوه معين ځای کې دتصديو په استقرار ټينګار وشو او په محل کې دتوليد تمام شد لګښت
او دليږداو ترانسپورت مصارف مقايسه شول او د ويبر مطلوب محل ( )weber optimum locationتجربه
مثبته ثابته شوه ،نو د منطقوی اقتصاد ساحات د ټول عمومی اقتصاد له لويي ساحې څخه جال شول چی هغه دادي:
په منطقوی تحليل کی کورنۍ مصرف کوونکی ده او تصدۍ تولید ترسره کوي .دا چې ددې دواړو په پام کې نيولو سره
به مفاد څنګه اعظمی شي ،همدا پوښتنه د منطقوی اقتصاد اساسی نقطه ده .دې ته د location analysisنوم
ورکړل شو.
ويبر په ۱۹۰۹م .کال کې تصدۍ ،په فضا کی د يوې نقطی په توګه فرض کړه .تصدۍ په خپله د يوه توليدی واحد په
توګه يو ساده جوړښت دی چی د Micro economicsد اصولو له مخی خپله ګټه زياتوی .دګټی زياتول د تصدۍ
لپاره يو ډير معقول دليل دي .د همدې دليل له مخی تصدۍ يو داسې ځای غوره کوي چی د خامو او کار تمامو توکو ليږد
ورته ارزانه تمام شي ،د کار ماهر ځواک موجود وی ،د مارکيټ ستونزه نه وی او کافی انرژيکی مواد په الس کې
وي.
پورتنی دوه ټکی يعنی د محل تحليل او د تصدۍ استقرار ابتدايي ټکي وو .په منطقوی اقتصاد کی وروسته تر ۱۹۵۰م.
کال ډير زيات پرمختګ راغی او د منطقو د حدودو د ټاکلو لپاره .اساسي نظريات ورکړل شول.
د منطقوی اقتصاد ډيزاين او د تصديو استقرار
په يوه ټاکلې فضا کې د اقتصادی فعاليتځای (فابریکې او کارخانو)تمرکز او استقرار دمفاد د اعظمی کولو په موخه وي.
ددې عمومي حکم له مخې به ډير غوره محل( ځای ،مکان) .هغه وي چې په ممکنهطريقه سره دتصدۍ ګټه په اعظمی
نقطه کې او لګښتونه يې اصغری نقطه کې وي ،خو په عمل کې داسقرار ددې ډول نقطې موندل ساده کارنه دی ،نو دې
موخې ته د رسيدلو لپاره بايد ډير اړخونه وکتل شي .دغو هڅو له ۱۹۰۱کال څخه دوام درلود اوپه ۱۹۵۰م .کال کې
دتصديو او اقتصادی فعاليتونو داسقرار دمحل دتخصيص دجغرافيايي حل لپاره تحليلی چوکاټ ومنل شو .وروسته له
همدې کال څخه هم دمنطقوی اقتصاد او هم د ښاري اقتصاد هڅې د منطقوی اقتصاد ،ډيزاين او دتصديو استقرار ته اړم
شوې .په شروع کې دمنطقو ی اقتصاد ډيرساحات دعمومي اقتصاد پربنسټ جوړ شول .چې په دغه منطقه کې محل او
جغرافيا يي فضانه تحليل کيده .په پيل کې دحمل او نقل داقتصادیتوب لپاره خطی موډلونو څخه کار اخيستل کيده،
خونسبی مزيت او نور سره تړلي عوامل او فکتورونه نه سنجول کيدل ،خو اوسني وخت کې دترانسپورت دلګښت
ترڅنګ طبيعی منابع ،ښاری پرابلم او مهارتونه هم په پام کې نيول کيږي.
په ټول اقتصاد کې مونږ دې پوښتنو ته ځواب وايوچې ،چې څه توليد کړو ،څومره يې توليد کړو ،څرنګه يې توليد کړو
او چاته يې توليدکړو؟ منطقوی اقتصاد چې دعمومي اقتصاد په رڼا کې څيړل کيږي ،درېو ځانګړو پوښتنوته بايد ځواب
ووايي:
-۲ولی؟
-۳پايله به يې څه وي؟
د پورتنيو پوښتنو په ځواب کولو سره به داقتصادي سيستمونو په فضايي بُعد او دفضايي بُعد په خصوصياتو
وپوهيږو.يعنی مونږ به په فضا يي بُعد کې هغه عوامل ډيرښه په کار واچوو چې اقتصادی فعاليت ورباندې ترسره
کيږي او دمنطقه یې اقتصاد په اغيز منتوب سره به دټول اقتصاد د ودې سره مرسته وشي.
په پورتنيو پوښتنو کې بايد د(څه ؟) ځواب داوي چې په ټولو اقتصادې فعاليتونو بايد څارنه او نظارت وشي .دغو
اقتصادی فعاليتونو کې هم توليدی تصدۍ(فابريکې ،کروندې ،دڅارويو روزنې فارمونه ،کانونه ،دکبانو روزنه ،حجاری
او نجاری او نور) او هم خدمات ( لکه سوداګري ،روغتيا ،ښوونه اوروزنه ،مخابرات اونور) شامل وي چې هم دولتی
او هم خصوصي سکتور پکې راځی ،دهمدې لومړۍ پوښتنې( چيرته ؟) بايد ځواب داسې منطقی او معقول وې ،چې
داقتصادي فعاليتونو ځای ورباندې وښودالی شو.
د دوهمې او درېيمې پوښتنې ځوابونه په حقيقت کې د اقتصاد پوه په خپل تحليل ،تجربه او پوهې پورې اړه لري چې
داقتصاد له آفاقی او عمومي پوهې څخه يې ځوابو الی شي.دپورتنيو درېو پوښتنو څخه ښکاري .چې منطقوی اقتصاد ،په
اوسنۍ پرمحتللی او سنجول شوی بڼه باندې داقتصاد دعلم يوه نوې څانګه ده او
په دې ورستيو کې يې درامينځته کيدو دليل دادې چې پخوا اقتصاد پوهانو داقتصاد دعلم په پوښتنو( څه؟ .څومره ؟
څنګه؟ …) کې د (چيرته ؟) پوښتنه نه وه ور اضافه کړی او نه یې نتیجه مطرح کړې وه .يعنی داقتصاي فعاليتونو
فضايي بُعديي ،اقتصادی تحليلونو کې نه وشامل کړی .حال داچې اوس دمنطقوی اقتصاد په رامنځته کيدوسره دغې
پوښتنې هم ځواب وموند او ډېره ښه حل شوه.
سره له دې چې داقتصادی جغرافيې علم څه ناڅه دسيمو اقتصادی خصوصيات ،اقتصادی پوتانسيل ،دسرچينو اندازه او
موقعيت ،مساعد اقليم اونور مسايل توضيح کول او اقتصاد پوهانو ته يې بيالبيلو جغرافيا يي سيمو کې داقتصادی
امکاناتو او ريزرفونو ښه معلومات ورکول،خو داقتصادی فعاليتونو په اسقرار او جغرافيايي سيمو کې يې دانسانی چلند
لپاره ځواب نه ورکاو .دښارونو پالن جوړونکو يواځی داسکان ،الرو ،ډګرونو ،عامه خدماتی سيمو ،تجارتی اوصنعتی
مراکزو سيمو په ښودلو کې کار کاو ،خوپه جغرافيايی ساحه يافضايي بُعد کې يي اقتصادی فعاليت کې تخصص نه
درلود ،دپورتنيو نيمګړتياوو په درک سره داقتصادي جغرافيې ،چاپيريال پوهنې ( )Enviornment Science
ښاري پالن جوړونکو او دسيموپيژندنې او دطبیعي منابعو داقتصاد ()Natural Resources Economics
پوهانوالسونه سره ورکړل او دمنطقوی اقتصاد بنسټ يې کيښود چې د Chirstaller, Predoht, Weber,
Plaunder, Hotelling،Loschاو Raleigh Barleweنومونه ديادونې وړ دي.بايد هیره نشی چې ښاری
اقتصاد او منطقوی اقتصاد سره جالدي او يوبل څخه بيل مسايل څيړی .خو د دواړو ترمنځ ورته والی او ګډه همکاری
شته .دبيلګې په توګه د يوه ښار درامنځته کيدل په پيل کې ديوی کوچنی منطقې په توګه وي .همداسې هم دڅو صنعتی
سيمويوځای کيدل او دڅو کوچنيو ښارونو يوځای کيدل يوه لويه منطقه جوړوي .ځينې اساسات هم شته مثالً دتوريزم
دمنطقې معرفي کول.
دتوريزم ساحه ممکن ښاري نه وي .بلکې يابه تاريخي ارزښت لری ،يابه طبیعی جاذبه لری ،يابه داوبو غاړې وی او
داسې نور ،خو داقتصادی عايد او اقتصادي منطقې په توګه به ارزښت ولری ،يعنی دښاری مطالعې اوتحليل په بحث
کې به شامله نه وی ،مګر داقتصادي .مناطقو بحث کې به ډيره مهمه وي .ممکن ښاري مطالعاتو کې دڅوپوړيزو ودانيو
ډيزاين ،لمر اوسيوری اوداسې نور مسايل شامل وی ،خو دمنطقوی اقتصاد په تحليل کې دې ډول ټکيوته اهميت نه
ورکول کيږي .نوځکه دښاري او منطقوی اقتصاد څانګې دنژديوالی او ورته والي سره سره توپيرونه هم لري.
د منطقو ډولونه
الف) مرکزی .يا هسته يي منطقې :هغه ټاکلې منطقې چې د تجارتی او اقتصادی فعاليتونو مهمه .او ډيره برخه هلته
متمرکزه .وي .په دغه ډول منطقو کی دننه د مراتبو سلسله موجوده وي ،لويو تصديو او فعاليتځايونو سره نورې فرعی
شبکې او کوچنۍ تصدۍ تړلې وي او تجارتی او اقتصادي روابط د مراتبو د سلسلې له مخی پر مخ روان وي .ځينی
وخت په خپله مرکزی منطقه کې نورې اقتصادی منطقی فعاليت کوي .په دغه ډول منطقو کی د اقتصادی او تجاری
مرکزونو شاوخوا د اوسيدو سيمی (مسکوني ساحات) هم وي چی د مسکوني او تجاری .مراکزو ترمنځ متقابل ټينګ
روابط موجود وی چی اوسنی وخت کی ورته د MSAيا Metropolitan Statistical Areaنوم ورکړل
شوی دی.
ب) سره ورته homogeneousمنطقې :د فعاليتونو ،اقليمي ځانګړتيا .د او کلتوری بڼې له پلوه سره يو شانته
سيمې دي .دغه ډول مناطق په ډيرو هيوادونو کی ليدل کيږی .دغه ډول منطقی مشابه اقتصادی فعاليتونه لري لکه په
افغانستان کې مرکزی واليتونه چی ډير سره ورته دي ،په شمال کی څو واليتونه چی د خپلو توليداتو ،جامو ،خوراک او
نورو له پلوه سره ورته دی .دبیلګې په توګه د خټکیو د تولید منطقه .ممکن ددې منطقو حدود ډیر څرګند نه وی ښودل
شوی.
ج) اداري منطقې :دغه ډول سيمې د مديريتي موخو لپاره دي .ددغو سيمو حدود ډير څرګند ښودل شوی وي .ددغه ډول
سيمو اهميت ددولت د پاليسيو د جوړولو او تطبيق له مخې دی.
د) ضعيفی منطتی :د منطقوی اقتصاد ډيزاين کوونکی او اقتصادی پاليسی جوړوونکی زياتره هڅه کوي چې لومړی
ضعيفه منطقه وپيژنی او دلته داقتصادی فعاليت داسقرار څخه ځان وساتی .په ضعيفه منطقه کې يويا څو ټکی نه وي
بلکی ډير عوامل پکی شته ،نو ځکه پيژندنه او دهغې په نښه کول ستونزمن کار وي .په دی تحليل کې هغه پخوانۍ
تصدۍ چې اوس ناکامه .پيژندل شوی ،هم ضعيفه منطقه کې راځی او بايد ورڅخه صرف نظر وشی .داځکه چې دوی
نور په موډرن اقتصاد کې خپل رول نشي لوبوالی .دبيلګې په توګه له نن څخه څلويښت کاله مخکې دمسي ديګونو
اومسی لوښو محل ميوند واټ او د زاړه ښار تخته پل اوريکاخانی ته نژدی محل کې و .خو نن ورځ مسی لوښي
مارکيټ نه لری .دلته د مارکيټ ،عصری .تکنالوژی ،روغتيا ،دخلکو روحی مطالعه اودې ته ورته ټکی مطالعه
کېږي،نو په لنډيز سره ويالی شو چې منطقوی اقتصاد اوسني وخت کې ديوې علمی څانګې حيثيت غوره کړی چې د
درې ډوله منطقو په توپير کولو سره داقتصادی فعاليت دمحل په استقرار فکر کوي .دوې مرکزی ،مشابه او ضيعفه
منطقې تفکيک کوي .په مرکزی .منطقه کې دبين المنطقوی متقابله تاثيراتو ترڅنګ له عمده اولويو مرکزونو سره
داقتصادی فعاليت دجريان څرنګوالی په پام کې نيول کيږي .خومشابه مناطق دسره ورته والی له مخې جوړيږي .ادارې
منطقې صرف دسياسی تصاميمو او مديريت،پالن او اداري چاروله مخې اهميت لري چې ځينې وخت موقتي وي.
ديوې اقتصادې منطقې دتشکيل لپاره درې داليل ياعوامل موجود دي:
. Iنسبی مزيت:
ځانګړې سيمې د ځانګړو ښېګڼو له مخې د يو شمېر اجناسو په توليد ،يا د يو شمېر خدماتو په عرضه .کې د نورو په
پرتله اوچتوالى لري ،دغه د يوې سيمې برتري نظر بلې ته نسبي مزيت بلل کېږي .
د بېلګې په توګه د کرنې په سکتور کې د ننګرهار واليت د خپل مديترانه يې اقليم له مخې د ستر وسو کورنۍد ميوو
په توليد کې د هېواد د نورو سيمو په پرتله برترى لري ،حال دا چې پروان او کندهار د انګورو د کيفيت او کميت له
پلوه ،او کاپيسا .د انارو په توليد کې اوکندز د خټکيو په توليد کې اوچتوالى لري ،همداسې هم د کانونو له مخې د يو
شمېر طبيعي زيرمو او آن د کار ځواک د ځانګړې تجربې او مهارت له مخې دغه ډول برترى د پېژندلو وړ ده .نه
يوازې د يو هېواد دننه بلکې په ټوله نړۍ کې همهېوادونه په ځينو برخو کې د نسبي مزيت لرونکي دي.
همداسې هم په يو شمېر سيمو کې د يو شمېر اجناسو توليد نظر نورو ته ډېر ارزانه تمامېږي ،دې ته نسبي ټيټ
لګښت هم ويل کېږي ،په دې توګه د نسبي مرزيت او نسبي لګښت ( )Comparative costپه يوه معنا سره
راتالى شي ،نسبي لګښت هم د سيمې او هم د هېوادونو په کچه مطرح کېداى شي ،د بېلګې په توګه په يوه ټاکلي
هېواد کې يو ټاکلى جنس د هغه د خامو توکيو د پريمان .او ارزان له امله زيات توليديږي ،نو ښکاره .خبره ده چې دغه
هېواد ته يې توليد ډېرګټور تمامېږي ،د ريکاردو په نظر يو شمېر سيمې يا هېوادونه د اجناسو په توليد کې د مطلق
مزيت ترڅنګ نسبې مزيت يا ښېګڼه هم درلوداى شي .دا هغه حالت دى چې د دوو سيمويا هېوادونو ترمنځ د
سوداګرۍ ګټور توب پرتله اوتوضيح کوي .که چېرې Aهېواد د Bهېواد په پرتله يو يا څو اجناس په لږ لګښت
توليد کړي او ددغه جنس په توليد کې تخصص پيدا کړى ،په دې توګه Aهېواد کوالى شي همدغه جنس چې توليد يې
ورته په لږ لګښت تمامېږي ،او تخصص پکې لري توليد او Bهېواد ته يې صادر کړي ،نو ورته ګټور دى .په دې
توګه Aهېواد نوموړى جنس يا اجناسو يو بازار توليد لري او صاردوونکى هېواد دغه جنس ته اړتيا لري ځکه چې
توليد يې ده ته ګران پريوځي ،نو په دې توګه دا د کار نړيوال وېش او تجارت ته يو اساس جوړ وى ،چې د نسبي مزيت
يا پرتله ييزې ښېګڼې د قانون په نوم نومول شوى دى .د مطلق مزيت نظريه Absolute Advantage
Theoryوایی چې :که يو هېواد نظر بل هېواد يا نورو هېوادونو ته يا يوه سيمه نظر نورو سيمو ته د يوه جنس په
توليد کې يو شمېر غوره توبونه لکه د خامو توکو کافي شتوالى ،د کار ځواک لرل ،مهارت ، .مساعد اقليم ،جغرافيايي
ښېګڼې او داسې نور ولري او دغه مزيت د نسبې مزيت په پرتله هم اوچت او ال زيات غوره وي ،مطلق مزيت بلل
کېږي.
هغه ساحات چې دانرژيکی منابعو (بريښنا ،ډبرو سکرو اونورو) له مخې دا توانايي لری چې په عصری تکنالوژی
توليد ترسره کړی ،نو دالس پرځای توليدپه پرمختللی تکنالوژی او ماشين .باندې بدليږي.
نيوکالسيکان وايي چې يوه لوری ته دکار دمهارت ،پانګې ،دتوليدی سرچينو تجمع او ورټوليدل هم داقتصادي منطقې
يامنطقوی اقتصاد داسقرار او ايجاد دالمل ګرځی .دوی وايې چې زيات شمير اوسنۍ پرمختللی مناطق د همداسې يوه
حرکت زيږنده دي چې په يوه اوږده موده کې ترسره شوی وي.
د اقتصادی فعالیتونو د موقعیت د تحلیل په برخه کی هغه لومړنۍ پوښتنه چې مخې ته راځی ،هغه داده چې په یوه
منطقه کی کوم شی یا کوم شیان او فکتورونه د په کار اچول شوی پانګې اندازه او ډول ټاکي؟
آلمانی الفرد ویبر په ۱۹۰۹م .کال کې د تولید د موقعیت موډل رامنځته او هغه ته یې انکشاف ورکړ .په دغه موډل
کې داسی فرض کیږی چې تصدۍ په یوه جغرافیایی فضا کې یوه نقطه ده او په عمومی توګه یوه تصدۍ د یوې منفردی
یا ځانګړی دستګاه په توګه فرض کوی ( حال دا چې یوه منطقه کی ځینې وخت ډیرې تصدۍ وی) .تصدۍ ته د مفاد د
معقوالنه اعظمی کولو فرضیه دا پوښتنه را پیدا کوی چې آیا باید تصدۍ په کوم ځای (محل) .باید موقعیت ولری؟ فرضیه
دغه پوښتنه په دی بلې پوښتنې رااړوی یا انکشاف ورته ورکوی چې آیا تصدۍ په کومه نقطه کې غواړی چی خپل مفاد
اعظمی کړی؟ دلته نسبیی مزیتونه ،د موادو بیې ،د تولید مصرف ،بازار سره فاصله او محلی پوتانسیل دغو پوښتنو ته
خواب وایی .د اوږدو مطالعاتو او څیړنو په ترڅ کې هم کالسیکانو او هم نیوکالسیکانو دی برخی کی کار وکړ او څو
موډدلونه یی وړاندی کړل .نن ورځ هیوادونه دمنطقوی اقتصاد تیوری او موډلونو(دواړو) ته اهمیت ورکوی او هغه
عمالً تر کار الندې نیسی.
د اقتصادی انضمام او دنړیوالتوب ( ) globalismپه اوسنی دور کې نړیوالو لویو اقتصادی سازمانونو ته د
جوړیدو الره هواره شوی ده او په دې برخه کی نوری هڅې هم روانې دي .له همدې فرصت څخه په استفادی سره د
منطقوی مرستو لپاره هم موقع برابره شوه او یو شمیر هیوادونو وکوالی شول چې منطقوی تړونونه او منطقوی اقتصاد
راجوړ کړی.په تیره بیا په اروپا کې د تړونو او توافقاتو بنسټ د آلمان ،فرانسی ،ایټالیا ،بلجیم ،هالند او لوکزامبورګ .د
هیوادونو د توافق په پایله کې کیښودل شو .دغه پيښه د ۱۹۵۷م .کال د مارچ په لومړۍ نیټه وشوه ،چې پایله یې بیا په
۱۹۵۸م .کې د جنوری په لومړی نیټه د اروپا د اقتصادی ټولنې رامنځته کیدل و .دغه تړون د دې المل شو چې د
لویدیزی اروپا هیوادونه وکوالی شی چې د نړۍ په کچه د کورنیو تولیداتو تر ټولو یو لوی بازار رامنځته کړی ،له دی
سره یوځای دوی خپل اقتصادی او سیاسی تړون او پیوستون او یووالی نور هم کلک کړ.
په شمالی امریکا کې لومړنۍ منطقوی موافقه او اقتصادی تړون په ۱۹۶۵م .کال کې د متحده ایاالتو او د کاناډا ترمنځ
السلیک شوه ،چې مهمه برخه یې د موټرو او د موټرو دپرزو د آزادې سوداګرۍ په هکله وه.
په آسیا کې یوه مهمه منطقوی موافقه د آسیا د جنوب ختیزو ملتونو ترمنځ .وه چې په ۱۹۶۷م .کال کې د (
) Association of South east Asian Nations – ASEANپه نوم رامنځته شوه .دغه تړون و
کوالی شول چې د اندنیزیا ،مالیزیا ،فلپین ،سینګاپور او ټایلینډ د هیوادنو ترمنځ قوی خپل منځی اقتصادی ،کلتوری او
ټولنیز روابط کلک او دوی ټول د سولی او ثبات خواته اوچت ګامونه واخلی چې اوس هر یو پیاوړی او پر مختللی
اقتصاد لري .همداسې هم په افریقا کې ورته ګامونه اوچت شول.
افغانستان په سیمه کې ډیر یو پیاوړی او مساعد ستراتیژیک ارزښت او خاص منطقوی دریځ لری ،که موږ غوره
پالیسی ولرو له دغه موقعیت څخه د سرو زرو په شان ګټه اوچتوالی شو .زموږ موقعیت هم زموږ لپاره او هم د
ګاونډیو هیوادونو او د مرکزی آسیا ،جنوبی آسیا او د دوو نویو لویو اقتصادونو ( هند او چین) لپاره مهم دی .افغانستان.
کوالی شی د تجارت او تمدن په څلور الرې واوړی (لکه زرګونه کاله مخکی یی چې همداسې یو غوره درځ درلود)
او د سالم رقابت له الری د سیمی هیواو ته په یوه غوره اقتصادی دهلیز بدل شی .افغانستان د سیمی د هیوادونو د
اقتصادی زیربنا ودې او د ترانزیت او لیږد امکان برابروی.
افغانستان له جغرافیاوی پلوه په سیمه کی فوق العاده اهمیت لری .افغانستان .د منځنۍ آسیا ،منځنۍ ختیځ او د جنوبی آسیا
تر منځ د یوه پله حیثیت لری او د سیمی د لویو او نویو اقتصادونو (هندوستان او چین) لپاره نړیوالو بازارونو ته د الری
په توګه ارزښت لری .په سیمه کی د تاریخ په اوږدو کی داسی مدنیت نه و او نشته چی پرته د افغانستان .له ګډون څخه
رامنځته شوی وی .د تجارت لرغونی او ډیره مهمه الره (د وریښمو الر) Silk Routhله افغانستان څخه تیریدله او
په معاصر وخت کی یې یو ځل بیا خپل مهم ستراتیژیک اهمیت بیا وموند .په سیمه کی د نوی وضیعت راڅرګندیدو دا
وښوده چی په سیمه کی منطقه یی اقتصاد ته اړتیا ده او د الجبرو او وریښمو الره باید بیا نوی شی .د روسیې ،چین او
هندوستان ورځ په ورځ پیاوړی کیدونکی اقتصاد په منطقه کې یو نوی وضعیت ایجاد کړی دی چې د افغانستان.
همکارۍ ته اړتیا لری .افغانستان .همدا اوس د سیمی یو شمیر منطقه یی جوړښتونو لکه ECO, SCOاو SAARC
کی فعال ګډون لری .په دې وروستیو کې د الجوردو الر هم پرانیستل شوه .دلته به د دغو سازمانونو پيژندنه راسره
مرسته وکړی چی د افغانستان دریځ جوت شی.د مالونو تبادله ترانزیت او بهرنۍ سوداګری د نن ورځی د اقتصاد یو مهم
بحث دی .زیاترو هیوادونو خپل اقتصاد د ترانزیت او سوداګری له الری ښه کړی دی .له نیکه مرغه افغانستان .د خپل
جغرافیاوی موقعیت له پلوه په یوه ډیرښه دريځ کی دی .ټاپي پروژه ،کاسازر(د نوری فایبرپروژه) .او د منطقې دریل
پټلۍ پروژه د دې ډول منطوی همکارۍ ښه مثالونه دی .افغانستان کوالی شی له خپل ستراتیژیک موقعیت څخه په
استفادی د مرکزی .آسیا او جنوبی آسیا ترمنځ د یوه پله حیثیت ترالسه او د تجارت په څلورالری بدل شی .افغانستان ډیر
پخوا هم کله د وریښمو د الری پر سر پروت و او کله یی د الجوردو د الره مهمه برخه جوړوله .اوس چی یو ځل دا
امکان برابر شوی دی چی مرکزی .آسیا له جنوبی آسیا سره وصل شی ،د افغانستان لپاره یو ډیر مساعد فرصت دی .د
افغانستان مهم دريځ ته په ترکیه کی (د آسیا زړه) په کنفرانس کی د شانګهای د سرمشریزی په غونډه کی او په ۲۰۱۶
م .کال کی د عشق آباد د نړیوال ترانزیت په غونډه کی دی مهمی موضوع ته اشاره وشوه او د سیمی هیوادونو په تیره
بیا تاجکستان ،چین ،ترکمنستان ،هند او ازبکستان .کلک لیوال دی چی د افغانستان الری خپل منځنی سوداګری پیاوړی
کړی ،د چین هیواد ته د افغانستان .له اقتصادی او ترانزیتی پلوه ډیر اوچت ارزښت لری ،له بلی خوا دا به افغانستان
لپاره یو ډیر ښه فرصت وی چی د سیمی د هیوادو له عالقمندیو څخه او د ECO, SCO, WTOاو SAARCپه
سازمانونو کی د غړیتوب په لرلو خپل اقتصاد ته پرمختیا .ورکړی.
په نړیوال تجارت او اقتصاد کی ورګډیدل او د Globalismپه اوسنی دوران کی خپل اقتصادی دريځ پیاوړی کول د
اوسنی عصر یوه تازه او نوی غوښتنه ده .هیڅ هیواد له نړیوال اقتصادی کاروان څخه په انزوا کی نشی پاتی کیدای .له
بده مرغه افغانستان له نن څخه ۱۳۰کاله مخکی له خپلو طبیعی سرحداتو څخه محروم او د استعماری .ځواک له
استعماری تصمیم سره سم یی یوه برخه جال او له نړیوالو اوبو سره یی رابطه پری او په وچه پوری یوه ایسار هیواد
باندی بدل شو ،دا هغه وخت و چی د نړۍ د تجارت مخه له وچی پوری ایسار او د نړیوال تجارت څخه ګوښه شوی
دی ،دا دی یو ځل بیا په سیمه کی داسی یوه اړتیا او تفکر رامنځته شوی چی د مرکزی .آسیا هیوادونه له جنوبی آسیا
سره تجارتی روابط ولری او د ترانزیت الره به له ختیځ څخه تر لویدیځ پوری له شانګهای او قراقرم څخه تر ترکیی،
ارمنستان او اروپایی هیوادو پوری ورسیږی .کله چی د Euro – Asiaنظریه باندی کار کیده ،افغانستان ورته
مرکزی نقطه ټاکل شوی وه په دی کی یوه هم د وریښمو لروغونی الره ده.
د شانګهای غړی د Euro Asiaطراحان او د مرکزی آسیا هیوادونه په دی فکر کی دی چی د وریښموډیره لرغونی
الره وه ،یو وخت د وریښمو اووالجوردو تجارت له دی ځای څخه کیده ،اوس به یو ځل بیا دسیمی تجارتی الرې له
افغانستان څخه پیل تیریږی ،د افغانستان له شمال څخه تر تیریدو وروسته به د دوست او ګاونډی هیواد ترکمنستان تر
(ترکمن .باشی) بندر پوری ورسول شی .وروسته به اروپا ته ډیر لنډ هیواد یعنی آذربایجان .ته ځي .هلته به د باکو له
تاریخی ښار څخه د ګرجستان تفلیسی ته او له تفلیسی څخه په ترکیی ته ورسیږی .د ترکیی د هیواد هغه ډیره مساعده
بندری منطقه چی د اروپا خواته به د (مبدا بندر) حیثیت ولری .د (قارس) .سیمه ده د قارس سیمی د ترکیی د ځمکنی
ترانسپورت په واسطه له استانبول سره نښلی چی وروسته له هغه استانبول بیالبیلو اروپایی هیوادو ته الره لری .په دغه
ټول مسیر کی د وسپنی پټلی موجودی او فعاله دی ،صرف په څو نقطو کی د هغو وصل کول په کار دی .اوس چی له
آقینی څخه د ریل پټلی هیواد ته رارسیدلی او له هغه ځایه د حیرتان .بندر ته غځول کیږی ،داسی پالن هم موجود دی چی
د آقینی څخه به د هرات خواته ځي او له هغه ځایه به تر زرنج پوری ورسول شی له زرنج څخه تر چابهار پوری د
هندوستان هیواد مرستی ته تیار دی چی د وسپنی پټلی وغځوی په دی توګه به اروپا له ټولی آسیا او په آسیا کی تر ټولو
لوی هیواد (هندوستان) سره وتړل شی چی افغانستان .به پکی محوری نقطه وی .په دی کی پاکستان .هم ډیر لیوال دی
چی له باکو بندر سره ونښلی .د افغانستان او په دغه مسیر کی د پرتو هیوادو لپاره د دی الری اهمیت یواځی په دی کی
نه دی ،چی ترانزیت به لنډ او ممکن او د وچی بندرونه به وصل شی ،بلکی بل ارزښت یی دا دی چی یوه واحده تعرفه
به وټاکل شی او ډیر بندیزونه به لری شی .افغانی محصوالت (غالۍ ،انار ،انګور ،خټګي ،الجورد او ډیر نور) به په
ډیره ښه بیه بهر ته ورسوالی شو.
د وریښمو(الجوردو) د الری پر سر د پرتو هیوادو تر ګټو به زمونږ ګټه زیاته وی .دا ځکه چی:
په فاریاب ،بلخ ،کابل ،کندهار(که .ممکنه وی هرات کی) به د تجارت دفترونه او د دغه مسیر د ترانزیت او د
ګمرک تاسیسات جوړ او منطقوی اقتصاد به رونق پیدا کړی.
د ۲۵۰۰تنو شاوخوا به افغانان پکی استخدام شی (د محلی کار کوونکو تر عنوان الندی)
چین غواړی د خپلو توکو په صادرولو سره د دغی الری په خاطر د افغانستان .دولت ته ټاکلی ترانزیت ورکړی چی
د دی ګټه د تجارت حجم پوری اړه لری او دا به د تجارت په پیل کیدو سره ثابته شی ،خو خامخا به له دی مدرکه
کافی اسعار د افغانستان په برخه شی.
مونږ به د تورغونډی او اقینی په شمول پنځه د وچی بندرونه ولرو چی نړیوال تجارت به ورباندی ترسره کیږی.
د ترکمنستان ،ترکیی ،آذربایجان او ګرجستان .هیوادو سره به نژدی اقتصادی – سیاسی او کلتوری اړیکی رامنځته
او دغه تاریخی دوستان به نور هم په روابطو کی سره نژدی شی او ګمرکی مشترک (ګډ) عملیات به په ګډه پر مخ
بوځي چی افغانستان .ته ګټور دی.
د پورتنیو هیوادونو له ګمرکونو سره د افغانستان .د ګمرک .تړل کیدل به د افغانستان .د ګمرک .د کارکوونکو ظرفیت
ته ډیره ګټه ورسوی.
افغانستان به د ایران او پاکستان .له سیاسی فشارونو او ځينی وخت د تجارو د ځورولو او د الریو له درولو خالص
او سوداګری به ګړندی شی او له تړلتیا څخه به د افغانستان ډیر ښه بدیل او ایلترناتیف وی.
له تیرو یونیم سلو کالو راهیسی افغانستان .له تجارتی پلوه بد حالت کی دی ،خو په له هغه څخه مخکی بیا ۲۰۰۰کلونو
وړاندی پوری افغانستان د مدنیتونو څلور الری او د تجارتی کاروانسرایونو او تجارتی الری (د وریښمو الر) مهمه.
کړۍ وه .دا دی اوس یو ځل بیا دا زمینه برابره شوی چی افغانستان له خپل جغرافیاوی مهم موقعیت څخه ګټه پورته
کړی او له نړیوال اقتصادی بهیر او تجارتی کاروان سره ګام اوچت او خپل اقتصاد پیاوړی کړی خو مهمه .دا ده چی د
دی چاری او امکان لپاره په دقت سره د کار نقشه جوړه شی.
اخځREFERENCES
دودیال ،محمد بشیر )۱۳۸۶ ( .د طبیعي منابعو اقتصاد .د پوهنتونونو لپاره درسي کتاب ،د لوړو زده کړو وزارت .1
چاپ :کابل -افغانستان
دودیال ،محمد بشیر ، )۱۳۹۶ (.منطقوی اقتصاد ،درسی کتاب .ختیځ خپرندویه ټولنه ،جالل اباد -افغانستان. .2
صباغ کرمانی ،مجيد )۱۳۸۰( .اقتصاد منطقه ای .سازمان .مطالعه و تدوين کتب علوم انسانی دانشګاهي (سمت) : .3
ايران –تهران
حافظ نيا ،محمد رضا ،)۱۳۸۴ ( .افقهای .جديد در جغرافيای سياسی ،سازمان .مطالعه و تدوين کتب علوم انسانی .4
دانشګاهی (سمت) :ايران -تهران.
.Blair. P. J. (1991). Urban and Regional Economics, Richard Irwin Inc .5
Raleigh Barlewe (1980), Land Resources Economic (The Economics of .6
Real property), Michigan state University
– Karl, Helmut. (2008) Economic Policy. Ruhr-University, Bochum .7
Economic Policy Department III
Nijkaup, P. (1986): Handbook of Regional and Urban Economics, .8
(Vol.1) Elsevier publshers
Losch, A. (1964) Regional Development and Planning, MIT pres .9