Professional Documents
Culture Documents
څلوېښت لنډ حدیثونه
څلوېښت لنډ حدیثونه
َ ۱۰ال َیْد ُخ ُل اْلَج َّنُة َم ْن َّالَیْأَم ُن َج اُرُه َبَو اِئَقُه (مسلم)
هغه سړی به جنت ته داخل نسي چي دده همسایه ګان دده د زهیريدو څخه محفوظ نه وي.
ِ ۱۳م ْفَتاُح اْلَج َّنِة َالَّص َالِة َو ِم ْفَتاُح الَّص َالِة َاْلُوُضْو ُء (ترمذی)
د جنت کیلي لمونځ دی او د لمانځه کیلي اودس دی.
َ ۱۵أْفَض ُل اَألْع َم اِل اْلُح ُّب ِفى ِهَّللا َو اْلُبْغ ُض ِفى هَّللا (ابوداود)
ښه د عملو څخه دا دی چي دوستي هم د هللا د پاره وي او دښمني هم د هللا د پاره وي.
َ ۱۶أَح ُّب اْلِبَالِد ِإَلى ِهَّللا َم َس اِج ُدَها َو َأْبَغُض اْلِبَالِد ِإَلى ِهَّللا َأْس َو اُقَها (مسلم)
ډیر خوښ د ښارو څخه د هللا جل جالله په نزد مسجدونه دي او ناخوښه د ښارو څخه د هللا جل جالله په
نزد بازارونه دی.
َ ۱۷م ْن َبَنى َم ْس ِج ًدا ِهَّلِل َتَعاَلى َبَنى ُهَّللا َلُه َبْيًتا ِفى اْلَج َّنِة (بخاری و مسلم)
هر چا چي د هللا جل جالله د رضاء د پاره مسجد جوړ کړی هللا جل جالله به دده د پاره په جنت کي ځای
جوړ کړي.
ِ ۱۸إَذ ا َج اَء َأَح ُد ُك ْم ِإَلى اْلُج ُم َعِة َفْلَيْغ َتِس ْل (بخاری و مسلم)
څه وخت چي یو ستاسي څخه جمعه پیدا کړي باید غسل وکړي (یعني د جمعې په ورځ غسل وکړي).
َ ۱۹الَّص َلَو اُت اْلَخ ْمِس َيْم ُح و ُهَّللا ِبِهَّن اْلَخ َطاَيا (مسلم)
د پنځو لمونځو په کولو سره هللا جل جالله ګناهونه بخښي.
ِ ۲۱إَذ ا َسَج ْدَّت َفَض ْع َك َّفْيَك َو اْر َفْع ِمْر َفَقْيَك (مسلم)
څه وخت چي تاسي سجده کوی خپل ورغوی (السونه) پر مځکه کښيږدئ او خپل بازوګان د مځکي څخه
پور ته کړئ.
۲۲اَّلِذ ى َتُفوُتُه َص َالُة اْلَعْص ِر َك َأَّنَم ا ُوِتَر َأْه َلُه َو َم اَلُه (بخاری و مسلم)
د هر چا څخه چي د مازیګر لمونځ قضا سو نو لکه مال او اوالد چي یي برباد سو.
َ ۲۳م ا َأْس َفَل ِم َن اْلَك ْعَبْيِن ِم َن اِإل َزاِر َفِفي الَّناِر (بخاری و مسلم)
هر چا لنګ یا پایڅې چي تر بجلکو کښته وي هغه حصه د بدن به یې دوږخ ته والړه سي.
َ ۲۴ال َتْد ُخ ُل اْلَم َالِئَك ُة َبْيًتا ِفيِه َك ْلٌب َو َال ُص وَر ٌة (بخاری و مسلم)
مالئکي هغه کور اوخوني ته نه داخلیږي چي په هغه کي سپی یا عکسونه وي.
ِ ۲۵إَّياُك ْم َو اْلَح َس َد َفِإَّن اْلَح َس َد َيْأُك ُل اْلَح َس َناِت كَاَم ا َتْأُك ُل الَّناُر اْلَح َطَب (ابوداود)
د حسد او بغض څخه تيښته وکړئ ځکه چي حسد اوبغض نیکي داسي خوري لکه اور چي بوټي خوري.
َ ۲۶ال َيْد ُخ ُل اْلَج ّنَة ِخ ٌب َو َال َبِخ ْيٌل َو َال َم َّناٌن (ترمذی)
فريب کاره ،بخیل ،او هغه څوک چی د خپل احسان منت پر بل چا اچوي جنت ته به داخل نه سي.
ِ ۲۷س َباُب اْلُم ْسِلِم ُفُسْو ٌق َو ِقَتاُلُه ُك ْفٌر (بخاری و مسلم)
مسلمان لره ناالئقه وینا لویه ګناه او په ناحقه وژل د کفر سره برابر ده.
۲۸اْلُم ْسِلُم َم ْن َسِلَم اْلُم ْسِلُم وَن ِم ْن ِلَس اِنِه َو َيِدِه (بخاری)
کامل مسلمان هغه څوک دی چي د هغه د ژبي او الس څخه مسلمانان په امن کي وي.
َ ۲۹ال ِإْيَم اَن ِلَم ْن َال َأَم اَنَة َلُه َو َال ِد ْيَن ِلَم ْن َال َعْهَد َلُه (بیهقی)
ایمان نسته هغه چا لره چي امانتداره نه وي او کامل دینداره نه وي هغه څوک چي پر خپله وعده وفا نه
کوي ( .د ایمان څخه مراد کامل ایمان دی).
۳۰آَيُة اْلُم َناِفِق َثَالٌث ِإَذ ا َح َّد َث َك َذ َب َ ،وِإَذ ا َو َعَد َأْخ َلَف َ ،و ِإَذ ا اْؤ ُتِم َن َخ اَن ( .بخاری و مسلم)
د منافق درې عالمې دي څه وخت چي خبري کوي درواغ وایي او څه وخت چي وعده وکړي وفا یې نه
کوي (وعده خالفي کوي) او په امانت کي خیانت کوي.
َ ۳۴ال َتُسُّبوا اَألْمَو اَت َفِإَّنُهْم َقْد َأْفَضْو ا ِإَلى َم ا َقَّد ُم وا (بخاری)
خپلو مړو ته ښکنځل بد ویل مه کوئ ځکه چي دوی رسیدلی دي هغه ته چي مخکي یې استولي وه ( د
خپل عمل جزا ته رسیدلي دي).
َ ۳۵ال ُيْؤ ِم ُن َأَح ُد ُك ْم َح َّتى َأُك وَن َأَح َّب ِإَلْيِه ِم ْن َو َلِدِه َوَو اِلِدِه َو الَّناِس َأْج َم ِع يَن (بخاری و مسلم)
ستاسي څخه هیڅ سړی کامل مؤمن نسي کیدای تر څو چي ده لره زما محبت تر خپل مور ،پالر ،اوالد او
تر ټولو خلګو ډیر نسي.
ُ ۳۷ك ْن ِفي الُّد ْنَيا َك َأَّنَك َغ ِريٌب َ ،أْو َعاِبُر َس ِبيٍل (بخاری)
په دنیا کی د مسافر او د الري تیریدونکي په شان ګذاره کوه.
ُ ۳۹يَس ِّلُم الَّصِغ يُر َع َلى اْلَك ِبيِر َو اْلَم اُّر َع َلى اْلَقاِعِد َو اْلَقِليُل َع َلى اْلَك ِثيِر (بخاری)
سالم دي وایی کشر و مشر ته او تلونکی (روان) و ناست ته او لږ کسان و ډیرو ته.
ِ ۴۰إَّن َهَّللا َال َيْنُظُر ِإَلى َأْج َس اِد ُك ْم َو َال ِإَلى ُص َو ِرُك ْم َو َلِكْن َيْنُظُر ِإَلى ُقُلوِبُك ْم (مسلم)
ترجمه :هللا تبارک و تعالی ستاسي صورتو او مالو ته نه ګوري بلکي هللا تعالی ستاسي زړو او عملو ته
ګوري.