You are on page 1of 15

‫کتاب او‬

‫کتابتون‬

‫کتاب او کتابتون دپوهې‬


‫او معلوماتو دترالسه کولو‬
‫کتاب‬ ‫او د زهنې ودي لپاره‬
‫‪Ketabton.com‬‬
‫ترټولو غوره او اغیزناکه‬
‫وسیله ده‪ .‬دکتابونو‬
‫دترالسه کولو او مطالعي‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫لپاره بیا ترټولو ښه ځاي‬


‫کتابتون دي‪ .‬موږ په داسي‬
‫زمانه کي ژوند کوو چي‬
‫کتابونه ډیر او ترالسه کول‬
‫یي ډیر اسانه دي‪ .‬اوس‬
‫هم ډیر خلگ ډیر انسانان‬
‫دکتاب په قدر او ارزښت‬
‫نه پوهیږي‪ ،‬له گټو یي نا‬
‫خبره دي‪ ،‬دوي په دي نه‬
‫پوهیږي چي کتاب هغه‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫استاد دي چي موږ ته وړیا‬


‫او پرته له بدیل څخه‬
‫معلومات او زده کړه راکوي‪،‬‬
‫هیڅ کله نه ستړي‬
‫کیږي‪ ،‬تل موږ ته سترگې‬
‫پر الره وي‪ ،‬هرڅه چي‬
‫ورڅخه وپوښتو په‬
‫مهربانې سره یی ځواب‬
‫راکوي‪ .‬که په غور سره‬
‫وگورو له کتاب څخه غوره‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫شی او له کتابتون څخه غوره‬


‫ځای په نړي کي نه‬
‫شته‪ .‬که څوک غواړي چي‬
‫د سوکاله او نیکمرغه ژوند‬
‫خاوند شي نو هغه دې له‬
‫کتاب سره ملگرتوب‬
‫وکړي‪ .‬کتاب دانسان لپاره‬
‫ډیحرښه دوست او ملگرې‬
‫دی‪ .‬له کتاب سره ملتیا‬
‫اوملگرتیا موږ دعادي خلکو‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫له چاپیلایر څخه د ډیر‬


‫لوړو افکارو او تصوراتو‬
‫نښي ته بیا یي‪ ،‬د لوړو او‬
‫سترو انسانانو سره مو‬
‫ملگري کوي او دهغو دفکر‬
‫او نظر څخه مو خبروي‪.‬‬
‫یو نومیالي ایټالوي‬
‫پوه(پرارک) دخپلو کتابونو او‬
‫کتابتون په ستاینه کي له‬
‫پند او خوند څخه ډکې‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫خبرې لري‪ .‬نوموړي وایي‪:‬‬


‫(زه یوه ډله ملگري او‬
‫دوستان لرم چي شپې او‬
‫ورځې له هغو سره تیروم‬
‫زما ټول دوستان‬
‫دنړۍنومیالي دي چي پیړي‬
‫او‬
‫زمان په کښي خوندي دي‬
‫دغو دوستانو ډیر لیري‬
‫واټنونه وهلي او زما تر‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫کوره رارسیدلي دي‪ .‬دوي‬


‫زما په زړه او سترگو کي‬
‫ځاي نیولي دي‪ .‬هر وخت‬
‫چي غواړم دهغو لیدو ته‬
‫ورځم او چي هر چیري‬
‫ځم له ځانه سره یي‬
‫بیایم‪ .‬دومره خوږ ژبي دي‬
‫چي څوک یي په خبرو نه‬
‫مړیږي دژوند پټ رازونه‬
‫څرگندوي دتیري زماني‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دپند او خوند کیسي راته‬


‫کوي او دانسانانوبرخلیکونه‬
‫راښیي په دي‬
‫مي پوهوي چي ژوندڅنگه‬
‫وکړم داچي زه دا‬
‫ملگرې او دوستان ماته‬
‫څومره گټې رارسوي زما‬
‫ژبه یي دستایلو وړ او‬
‫شمیرلو وس او توان نه‬
‫لري)‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫کتاب هغه خوا خوږي‬


‫اومهربان ملگرې دي چي‬
‫خیانت نه کوي دوه مخي‬
‫توب او کینه نه پیژني او‬
‫په زړه کي یي رښتینوالی‪،‬‬
‫وفا او لورینه په څپو ده‪.‬‬
‫له خپل ملگرې او مینوالو‬
‫سره هیڅ کله خیانت نه‬
‫دي کړي او نه یي کوي کټ‬
‫مټ دیوي هنداري په څیر‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ده ښه او بد په کښي بي‬


‫له تیر وتني په خپل رنگ‬
‫بریښي او خپل هر څه‬
‫زموږ مخي ته ږدي‪ .‬رښتیا‬
‫رښتیا وایي تاریخ یي له‬
‫کلو کلو څخه راپاتی دي‪،‬‬
‫تجربې یي تر السه کړې له‬
‫هر باغ څخه یي رنگا رنگ‬
‫گلونه راټول کړي او ښکلي‬
‫غونچي یي ورڅخه جوړي‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫کړي دي او زموږ مخ ته‬


‫یي دیوي تحفي په ډول‬
‫ایښي دي‪.‬په یوازي توب‬
‫کي هیڅ کله زموږ څخه نه‬
‫غافله کیږي او موږ نه پریږ‬
‫دي چي یوه شیبه‬
‫بي ځایه وخت تیر کړو‪.‬‬
‫خو انسان دی چي‬
‫هیڅ دکتاب په ساتنه نه‬
‫پوهیږي‪ .‬سره له دي چي‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫اوس مهال کتابونه او‬


‫کتابتونونه ډیر دي او‬
‫السرسی هم ورته اسانه دی‬
‫خو بیاهم ډیر داسي‬
‫خلک شته چي دکتابتون‬
‫په ګټه او ارزښت نه‬
‫پوهیږي حال دا چي له‬
‫کتاب څخه غوره او وفادار‬
‫ملگرې نه شته‪ .‬کتاب هر‬
‫وخت ستاسو د خدمت او‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫استفادي لپاره چمتو دی‪.‬‬


‫کتاب او مطالعه ډیرې ګټي‬
‫لرې خو باید چي د‬
‫مطالعې لپاره غوره او‬
‫ګټور کتابونه انتخاب کړو‬
‫او هم په مطالعه کي ډیر‬
‫افراط ونه کړو چي جسم‬
‫او زهن ته مو زیان ونه‬
‫رسیږي‪ .‬په ښه زوق اوشوق‬
‫سره خپلې مطالعې‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ته ادامه ورکړئ چي د‬


‫پرمختگ اود ښه استعداد‬
‫خاوندان شو‪.‬‬
‫لیکوال‪:‬سعادت هللا شمـــــس‬
Get More e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library

You might also like