You are on page 1of 26

‫متلونه اومعنا یی‬

‫دلیکلونیټه‪۱۵/۴/۱۳۹۷‬‬

‫‪Ketabton.com‬‬

‫لیکونکی ‪:‬سعادت هللا (دوستي)‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دکتاب نوم متلونه اومعنایے‬


‫اړیکي‬

‫تلیفون ــــــــــــــــــــــــــــــــ‬

‫ایمیل ادرس‪dostisadatullah@gami.com:‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متلونه هغه په وزن پخي‬


‫خبری دي چي دخبرو ټینګار‬
‫لپاره کارول کیږي‬
‫دمتل ویونکی معلوم نده‬
‫متل دیوه عالم پوه شخص‬
‫لخوا ویل کیږي‬
‫هر متل په څو معناوو راځي‬
(c) ketabton.com: The Digital Library

‫هر متل دیوه کتاب غوندي‬


‫معنا لري‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متــل‪:‬چي کري هغه به ریبي‬

‫مانا‪:‬هر عمل هر کارچي صادروي دهغه‬


‫حـــــساب چي هر وخت وي خامخا به یی ورکوی‬

‫متـــل‪:‬مار ته په لستوڼي کي ځای مه ورکوه‬

‫مانا‪:‬دښمن لنډ مه پریږده که هر څومره چي خوږ‬


‫شي بیاهم ستا دښمن ده لرې ورڅخه ګرځه‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متـــل‪:‬په یوه ګل نه پسرلی کیږي‬


‫مانا‪:‬که چیری په یوه ټولنه کي ښه یابد سړی وي‬
‫هیڅ نشي کوالی‬

‫متـــل‪:‬خپل عمل دالري مل‬


‫مانا‪:‬هرکار چی کوي نتیجه یی خامخا وینی هم په‬
‫دنیا هم په اخرت کي‬

‫متـــل‪:‬ادب له بي ادبه زده کیږي‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مانا‪:‬که څوک بدکار وکړي لیدونکی دځان سره‬


‫فکر کوي که چیرته زه هم همداسي کاروکړم دی‬
‫ماته بد ښکاري نو زه به هم بد ښکارم‬

‫متـــل‪:‬دریاب په یوه لوټه نه خړیږي‬


‫مانا‪:‬که په یوه ټولنه کي ښه خلګ ډیروي یو خراب‬
‫سړی دی ټول نشي خرابولی‬

‫متـــل‪:‬چي بد ګرځي بد به پرځي‬


‫مانا‪:‬چـــي له بدو خلګو سره ګرځي هر وخت په‬
‫هر ځای کي به ناکا یی خپل کار به نشي سموالی‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متل‪:‬چي څه کوي په چا وبه سي پرتا‬


‫مانا‪:‬هیڅکله چاته کوهی مه کینه هغه کوهي ته به‬
‫ته ورلویدلی یی‬

‫متل‪ :‬چي اوسي په خوی به دهغو سي‬


‫مانا‪:‬هرچیري چي اوسي که له ښوخلګو سره که له‬
‫مثل‪:‬که‬ ‫بدو خلګوسره هغه سي به یی‬
‫دیو عطر پلورونکی دوکان ته ورشی چی را وزي‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دعطرو بوی به دي ځي اوکه دقصاب دوکان ته‬


‫ورشی چي راوزي دغوښي بوی به دي‬

‫متـــل‪:‬بي قامه مقام نشته‬


‫مانا‪:‬که څوک قوم ونلري دده هیڅ رتبه یا مقام نشته‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متـــل‪:‬بي کارے دبدبختي زانګو ده‬


‫مانا‪:‬بي کاري لویه بدبختي ده که چیري څوک‬
‫بیکاره شی په دے دي پوه شی چی بدبختی ورته‬
‫راغله‬

‫متل‪:‬دتوري پرهار جوړیږی خو دخولي پرهار نه‬


‫جوړیږي‬

‫مانا‪:‬په توره چي څوک ووهل شی پرهار یی اخیر‬


‫جوړیږي دخولي پرهار یعني ښکنځل‪،‬بدي‬
‫خبري‪،‬پوچ پاش ویل دخولي پرهار ده داځکه نه‬
‫جوړیږی چی ټول وخت په زړه کي وي‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متــل‪:‬ا دب له زحمته اخیستل کیږي‬


‫څوک چي ډیرزحمتونه‪ ،‬خواری تیري کړې هغه‬
‫حال ورته معلوم شي بیا ډیر په نرمي چلند کوي‬

‫متل‪:‬اجل چي راشي وخت نه غواړي‬


‫نه‬ ‫مانا‪:‬که په یوچا غم یا پیښه راشي‬
‫ردیږي نه یی خنثاکوالی شي‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متـــل‪:‬اخوریی جوړکړویل اس به خدای راکړي‬

‫مانا‪:‬څوک چي هر کار کوي امید دي له السه نه‬


‫ورکوي خدای په هرښه کار کي له چاسره مرسته‬
‫کوي‬

‫یوعالم کیسه کوی وایی زه یووخت په یوجومات‬


‫کی ناست وم یو میږی ماښام یوي پایی ته دختلو‬
‫کوشش کول تر نیمایی چي به وخوت بیا به‬
‫راولوید ترسهاره پوري ‪۳۰۰‬ځله وخوت بیابه‬
‫راولوید اخیر وخوت‬

‫دا میږی ځکه کامیاب شو چی امید یی له السه نه‬


‫ورکول‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متـــل‪:‬بیکاري لنګیږي خواري تري زېږی‬

‫مانا‪:‬که څوک بیکاره وی خـــــــــــــــامــخـــابه‬


‫خوارے وربـــــاندي راځي دی هیڅ وخـــــــت‬
‫اسوده ژوند نشی کوالی‬

‫متـــل‪:‬بي کاره انسان ته شیطان کارګوري‬


‫مانا‪:‬انسان چي بیکاره شي هره ګنا کوي کاریی نه‬
‫وی غال کوي‪......‬‬

‫متـــل‪:‬بیړه دشیطان کار ده‬


‫په هرکار کی باید تلواره ونکړو ځکه دتلواري‬
‫کــــــــــــارخـــــــراب ده‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متـــل‪:‬بےاتفاقي دکوروراني ده‬

‫مانا‪:‬که په یو کورکي بي اتفاقي راشي هرڅوک به‬


‫خپله مخه ځي دیوبل په حال به نه وي خبر هر یو‬
‫به له وراني سره مخ کیږي خوار اوذلیل ژوند به‬
‫یی وي‬

‫متـــل‪:‬بي حرکته برکت نشته‬

‫مانا‪:‬څوک چي حرکت(کار)نکوي برکت به له‬


‫کومه شي چی هرشی وي هغه به خالص شي‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متل‪:‬بي عقل جمال خوښوي عاقل کمال‬

‫مانا‪:‬پوه سړی هروخت هرجای کمال‪،‬کار‪،‬خوی‬


‫خوناپوه‬ ‫خوښوي‬
‫بیا هروخــــــــــت تنـــــــها‬
‫ښـــــــایست خوښــــــــــــوي‬

‫متل‪:‬بي غیرته سړی هم ځان وژني هم بل‬

‫مانا‪:‬څوک چي بیغیرته وي پرمـــــــخ نشے تالی‬


‫هم ځان له ګواښ سره مخ کوي هم بل له ده سره‬
‫زړه نه وي هیڅ نشي کوالی‬

‫متل‪:‬ورور دي وي په الهور دي وي‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مانا‪:‬دچاچي ښه ورور‪،‬ښه ملګری‪،‬ښه‬


‫دوست وي هرچیري چي وي یو وخت به په درد‬
‫درته وخوري‬
‫متـل‪:‬مکـوه پــه چــاوبــه شي پــه تــا‬
‫مانا‪:‬په چاظلم تیری مکوه نن که ستا زور ده سبــــا‬
‫بیاهغه ته هم زور په الس ورځي په نن پسي سبا‬
‫شته‬

‫متل‪:‬څوک چی خلف لری نه مري‬


‫مانا‪:‬څوک چي خلف(عوض) یعني ښه زوی‪،‬ښه‬
‫ورور‪،‬ښه دوست لري هیڅ وخت یی نه هیروي تل‬
‫یی په یاد لري نو دی داسي شو لکه ژوندی‬

‫متل‪:‬رټل ډیر سي دوستان لږ سي‬


‫مانا‪:‬څوک چي په هرشي غوسه‪،‬ښکنځل کوي هغه‬
‫به هر وخت تنها وي دوستان به یی نه وي‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متـل‪:‬تر ورخ دتیري اوبه نه راګرځي‬

‫مانا‪:‬خبروته باید پام فکر وکړو کله چي یو خبر له‬


‫خولي ووزي بیا نه راګرځی هرڅومره کوشش چي‬
‫وکي بیا هغه خبر نشي راګرزوالی‬

‫متــل‪:‬دیوي سپږي له السه څوک روغ پوستین‬


‫اورته نه اچوي‬

‫مانا‪:‬څوک چي ښه دوست ښه ملګری لري دیوي‬


‫کوچنی غلطي له امله هغه له السه نه ورکوي هغه‬
‫غلطي به ورته واضح کړي د سمولوالرښوونه به‬
‫ورته وکړي‬

‫متــل‪:‬اصل خطا نلري کم اصل وفا نلري‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مانا‪:‬څوک چي له اوله اصل وي بیا چي هر څومره‬


‫خطاوکړې خطا یی نه ده او کم اصل چي‬
‫بیاهرڅومره وفا وکي بیاهم بي وفا کیږي‬

‫متل‪:‬غل ته وایی غال کوه کورواال ته وایی بیداره‬


‫اوسه‬

‫مانا‪:‬دامتل ددوه مخه خلګولپاره ویل کیږي تاسره‬


‫چي ناست وي یورډول وي بل ځای چي ته نه یی‬
‫بیا بل څه وایی‬

‫متــل‪:‬بالوه برکت یی نه وه‬


‫مانا‪:‬یوه پیښه ډیره غټه او ضرري وي په خلګو‬
‫راشی بیا خلګو ته ضرر ونه رسوي دامتـــل ویل‬

‫متــل‪:‬تجربه لوی استاذ دهـ√‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مانا‪:‬څوک چي تجربه لري هر ځای الرښوونه‬


‫ورته کړي دی په هر کار کي کامیا ب وي ځکه‬
‫داستاذ خبره ډیر تاثیرکـــــوي‬

‫متــل‪:‬تخت سلیمان ته پاته نشو اوګنج قارون ته‬

‫مانا‪:‬دادنیا اخیر پاته ده په دي دنیا دی څوک نه‬


‫نازیږي ځکه سلیمان<ع>پیغمبر وه چي تخت ته‬
‫تر قیامته تخت ورته پاته نشو‬

‫متــل‪:‬تراوبودمخه کالي مه کاږه‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مانا‪:‬هرکار چي کوي تیاري باید ورته ونیسی که‬


‫چیري تا تیاري نه وي نیولي کار دي خرابیږي‬

‫متــل‪:‬تربـــدڅیري خراب ګنـــډلی ښه ده‬

‫تــرپاته کــار خراب کار ښــه ده ځکه چي پاته کار‬


‫هیڅ حاصل نشتـــــه اوخراب کار بیا هــــم لږ‬
‫حاصل کـــــوي‬

‫متـــل‪:‬تربورته بي وروره مه شي‪،‬اوورورته بي‬


‫زویه مه شے‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مانا‪ :‬اوس عصر ټول همداسي ده تربور ستامرګ‬


‫ته په انتظار ده چي ته مړ شي ستــــــاهر څه به ده‬
‫تــــه پاته شي او چي ورور وي دئ بیا څه نـــشي‬
‫کوالی ورور هم دغسي ده‬

‫متـــل‪:‬تربیعقل دوست هوښیار دښمن ښه ده‬


‫مانا‪:‬دبیعقل دوست به تـــل ضرردر رسیږي خو‬
‫ددښمن یواري ضرر دررسیږي له دښمن غچ هم‬
‫اخیستالی شوای خو له دوسته یی نه نشي‬
‫اخیستالی‬

‫متـل‪:‬ترپښوالنــدي ځمکه مه ګوره‬


‫مانا‪:‬داځمکه ځکه مه ګوره چي ته ورباندي روان‬
‫یی ستا مرستندویه ده‬

‫متــــل‪:‬ترکاڼي دبیزو کار نــــده‬


‫مانا‪:‬هرکار کاسب غواړې هرڅوک نشي کوالی‬
‫چي هرکار وکړي‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مثال‪:‬دهقان د ډاکتر کار نشي کوالی‬


‫ډاکتر بیانجاري نشي کوالی‬

‫متـــل‪:‬ترکورني سړي ګښته خر ښه ده‬

‫مانا‪:‬سړی کور ناست وي هیڅ کټه یی نه وي‬


‫مصرف ال دی کوي او ګښته خر خو پدي ښه ده‬
‫چي بار وړي خلګ ګټه تري اخلي‬

‫زموږ په ټولنه کي دا یو ډیر بد عادت ده چي‬


‫زمری تل ستایی او خر ته تل بدوایی زمری دی‬
‫داړي خوري یی اوخر ددوی خدمت کوي که‬
‫چیري دا توپیر زموږ په ټولنـــه کي وشی زموږپه‬
‫دټولنه به تل ارامه وي‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متـــل‪:‬ترناصالح اوالدنیستي ښه ده‬


‫مانا‪:‬دچاچي ناصالح اوالد وي تاوانونه یی ور‬
‫رسیږي تل به خپه وی تر هغه خو دا ښه ده چي‬
‫اوالد یی نه وي ارام خوبه وي‬

‫متـــل‪:‬تـشــه الســه تـــه مي دښمــن یی‬


‫مانا‪:‬اوس زمانه ټوله پیسه ده دپیسو قدر ډیرده که‬
‫دي پیسي وي ټول خلګ به دي قدر کوی که دي‬
‫پیسي نه وي قدر به دي باد یوسي خو علم چي له‬
‫چا سره وي چي په هر حال وي قدر یی زیات وي‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫متـــل‪:‬تللی وخت بیرته په الس نه راځي‬

‫مانا‪:‬هروخت دنن ورځي کار سبا ته مه پریږده‬


‫وخت سره زرده باید له هر وخت څخه سمه ګټـــــه‬
‫واخلـــو‬

‫یوه سړي له یوه عـــالم څخه پوښتنه وکړه زه څه‬


‫وخت مړ کیږم؟ عــــــالــــــم ورته وویل هره ورځ‬
‫سړي وویل دا څنګه!عالم ورته وویل ستا مرګ‬
‫هره ورځ راتلونکی ده ته باید هره ورځ تیاري‬
‫ونیسي‬

‫ډالے‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫زماګران ګران پالر جان‬


‫تـــــه له مـــــــاسره یی‬
‫دژوند په هره برخه کي هلي‬
‫ځلي کړیدي‬
Get More e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library

You might also like