You are on page 1of 244

‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪1‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ښاغلي مساوت خان دردان‬

‫او ښاغلي شېر اغا هېوادمل‬

‫ته دې په پښتنه مينه‬

‫"ډالۍ"‬
‫وي‬

‫‪2‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د هغو پتمنو پښتنو په‬

‫نوم چې د خپلې مورنۍ ژبې‬

‫"پښتو"‬

‫د پرمختګ لپاره له هېڅ‬

‫قربانۍ مخ نه اړوي‬

‫‪3‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫پښتو ګرامر‬ ‫د کتاب نوم‪:‬‬


‫کامران منګل افغان‬ ‫ليکوال‪:‬‬
‫مساوت خان دردان‬ ‫اوډونګر‪:‬‬
‫مساوت خان دردان‬ ‫پښتۍ (ټايټل)‪:‬‬
‫شېر اغا هېوادمل‬ ‫پروف ريډنګ‪:‬‬
‫‪۲۰۲۰‬‬ ‫نېټه‪:‬‬
‫‪x‬‬ ‫شمېر‪:‬‬
‫معماذ خپروندويه ټولنه‬ ‫خپرونکی‪:‬‬
‫بېالبېل کتابتونه‬ ‫د موندلو درک‪:‬‬

‫ددې کتاب ټول حقوق د کتاب ليکوال سره خوندي دي‬

‫‪4‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫انسان د خپل پيداوښت له وخته يعنې کله چې ادم عليه السالم‬


‫پيدا شو‪ ،‬نو خبرې يې کوالی شوې‪ .‬لوی خدای جله جالله د‬
‫ځمکې پر مخ ټول موجودات د ادم عليه السالم مخته راوستل او‬
‫ورته ويې ويل چې نومونه ورته وټاکه‪ .‬د دغه نومونو په غوره‬
‫کولو سره د ژبې لومړنی بنسټ اېښودل شوی دی‪ .‬ددې‬
‫نه جوتېږي چې انسان د ژبې سره يو ځای پيدا شوی دی‪.‬‬
‫د يو اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې د ژبو شمېر د اووو زرو په‬
‫شاوخوا کې دی‪ .‬په دې ژبو کې يوه ژبه پښتو هم ده چې له اريايي‬
‫ژبو څخه ګڼل کېږي‪ ،‬يوه بډايه او لرغونې ژبه ده چې عمر يې‬
‫زرګونو کلونو ته رسېږي‪ ،‬او هر مهال يې ورته ويونکو چوپړ‬
‫وهلی دی او تر مونږ يې ژوندۍ رارسولې ده‪ .‬هره ژبه دوې بڼي‬
‫لري چې يوه يې ګړدودي او بله ليکنۍ بڼه ده‪ .‬ګړدود د هر سيمې‬
‫بدل کېدای شي‪ ،‬خو ليکنۍ بڼه يې يوليکدود او ژبدود ته اړمنه‬
‫ده‪ .‬ځکه خو ښاغلي کامران منګل افغان صيب په ډېر زيار سره‬
‫د کره ژبدود کار سر ته د رسولو لپاره ډېر زيار باسلی دی چې‬
‫موږ ته د کره پښتو په هکله ډېر ګټور مالومات راکړي‪ .‬د پښتو‬
‫ژبې کراړه او للمه سيمه به په ښه ډول وخړوبوي‪ .‬هيله ده چې دا‬
‫کتاب به په لروبره پښتونخوا کې د دوديزو زدکړو لپاره وکارېږي‪،‬‬
‫نو له زدکړياالنو سره سره به ښوونکي هم ترينه‬
‫ګټه ترالسه کړي‪Musawat Khan .‬‬

‫‪5‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫سريزه‬

‫پښتو ژبه‪ ،‬چې له اريايي ژبو څخه ګڼل کېږي‪ ،‬يوه بډايه او لرغونې‬
‫ژبه ده چې د منځته راتلو مخينه يې زرګونو کلونو ته رسېږي‪ ،‬او‬
‫هر مهال يې ورته ويونکو چوپړ وهلی دی او تر مونږ يې ژوندۍ‬
‫رارسولې ده‪ .‬دا زموږ د نيکونو د چوپړونو پايله ده چې نن موږ‬
‫چې نن موږ د يوې ژوندۍ ژبې څښتنان يو‪ .‬د تاريخ په اوږدو‬
‫کې پښتو له ځلېدا او ځوړرتيا سره د وخت واکمنو مخ کړې ده‪،‬‬
‫خو له ښه مرغه د ژمنو پښتنو د هڅو او بلهاريو له المله پښتو‬
‫خپل ټينګاو او پايښت وساته او نن د ژونديو ژبو په ليکه کې‬
‫خپله ځال نورو ته ښيي‪ ،‬خو دا بهير بيا هم له ستونزو او ننګونو‬
‫خالي نه دی‪ ،‬بلکې پر وړاندې يې ډېرې نادودې اوس هم شته‬
‫چې د هڅو او زيار له کولو پرته يې هوارول ستونزمن دي‪ .‬د کره‬
‫پښتو د زدکړې په پار د يېګانو زده کړه او په ليکنه کې يې په بشپړه‬
‫توګه کارول هغه څه دي چې نن يې ارزښت ټولو ته جوت دی او‬
‫هغوی چې دې برخې ته يې پام نه دی کړی‪ ،‬نن يې په ليکنو کې‬
‫له ورايه ناسمۍ جوتېږي او د ليکنو نيمګړتياوې يې ټولو ته‬
‫برېښي‪ .‬د دې کتاب لوستل به له لوستونکو سره مرسته وکړي‪،‬‬
‫چې د ليکدود او ژبدود یا ګرامر پر ارزښت او کارونې وپوهېږي‬
‫او په ليکدوديزو توپيرونو يې ځانونه پوه کړي‪ .‬يوه کره او معياري‬

‫‪6‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ليکنۍ ژبه هغه ده چې د ليکدود او ژبدود (ګرامر) له مخې سمه‬


‫وي‪ .‬دا هم د يادونې وړ ده چې ليکدود او ژبدود د ژبې بنسټيزې‬
‫مټې يا ستنې دي او د ژبپوهنې په چوکاټ کې ډېر مهم رول‬
‫لوبوي‪ .‬د پښتو ژبې د سمون او خونديتوب په موخه دغه کتاب‬
‫ليکل شوی دی او هیله ده چې د لوستونکو ته په ګټه تمام شي‪.‬‬

‫‪7‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫لړليک‬

‫مخ شمېر‬ ‫شمېر سرليکونه‬


‫‪15‬‬ ‫ژبه او ارزښت يې (پېژندون)‬ ‫‪1‬‬
‫‪15-16‬‬ ‫د ژبې اړخونه‬ ‫‪2‬‬
‫‪17‬‬ ‫د پښتو توري او غږونه‬ ‫‪3‬‬
‫(د پښتو توري يا الفبېڅې‪ ،‬توري او‬
‫بېلګې‪ ،‬د 'ه' ډولونه‪ ،‬د پښتو ژبې ځانګړي‬
‫توري‪ ،‬د پارسۍ او پښتو ګډ توري‪ ،‬د‬
‫عربۍ او پښتو ګډ توري)‬
‫‪19‬‬ ‫د غږ ډولونه‬ ‫‪4‬‬
‫* خپلواک غږ‬
‫* بېواک غږ‬
‫* غبرګ غږ‬
‫* د ‪ IPA‬له مخې نړيوال غږونه‬
‫‪21‬‬ ‫ګړپوهنه‬ ‫‪5‬‬
‫* ګړ‬
‫* (خپلواک ګړ‪ ،‬نيم خپلواک ګړ‪،‬‬
‫ناخپلواک ګړ)‬
‫* (تاړی‪ ،‬وروستاړی‪ ،‬مختاړی)‬
‫‪35‬‬ ‫د وييونو (لغتونو) ډولونه‬ ‫‪6‬‬

‫‪8‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫* تړښت‬
‫(تړښتی نوم‪ ،‬تړښتی کړ‪ ،‬تړښتی‬
‫ستاينوم‪ ،‬تړښتی کړول)‬
‫* بېلښت (اشتقاق)‬
‫‪41‬‬ ‫د وېنا مهمې برخې‬ ‫‪7‬‬
‫‪41‬‬ ‫نوم‬ ‫‪8‬‬
‫* د نوم ډولونه‬
‫(ټولنوم‪ ،‬ځانګړنوم‪ ،‬ذات نوم‪ ،‬مانا نوم)‬
‫‪43‬‬ ‫کړ‬ ‫‪9‬‬
‫* د کړ پېژندون‬
‫* د کړ ډولونه‬
‫* متعدي کړ (سيده مفعول‪،‬ناسيده‬
‫مفعول)‬
‫* (الزمې کړ‪ ،‬چارکړ‪ ،‬مرستيال کړ)‬
‫* ناخبرۍ وجه‬
‫(ارماني تېرمهال‪ ،‬شرطي تېرمهال‪،‬‬
‫ټينګاري تېرمهال‪ ،‬تواني تېرمهال‪ ،‬ګومانې‬
‫تېرمهال‪ ،‬سپارښتي تېرمهال‪ ،‬اړوتي يا‬
‫شرطي‪ ،‬تواني)‬
‫* د ناخبرۍ وجې حالتونه په نابشپړ‬
‫اوسمهال کې‬

‫‪9‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫(سپارښتي‪ ،‬ټينګاري‪ ،‬دعايي او غوښتني‪،‬‬


‫امري او جريان‪ ،‬ارماني)‬
‫* د ناخبري وجې حالتونه په بشپړ اوسمهال‬
‫کې‬
‫( اړوتي يا شرطي‪ ،‬تواني‪ ،‬سپارښتي‪،‬‬
‫ټينګاري‪ ،‬امري‪ ،‬ارماني)‬
‫‪58‬‬ ‫ستاينوم‬ ‫‪10‬‬
‫د ستاينوم ډولونه‬
‫[برستاينوم‪ ،‬لرستاينوم‪ ،‬بېواک غږونه‪،‬‬
‫بېلښتي ستاينومونه (له کړونو رغېدلي‪ ،‬له‬
‫نومونو رغېدلي)]‬
‫د ستاينومونو درجې‬
‫‪68‬‬ ‫نومځري‬ ‫‪11‬‬
‫[پياوړي ځاني نومځري‪ ،‬کمزوري ځاني‬
‫نومځري‪ ،‬د تول يا څښتنوالي نومځري‪،‬‬
‫مفعولي نومځري (ناسيده مفعولي‬
‫نومځری) پوښتنومځري‪ ،‬د نغوتې‪/‬اشارې‬
‫نومځري‪ ،‬اړيکنومځري]‬
‫‪76‬‬ ‫کړول‬ ‫‪12‬‬
‫(ستاينوميز کړولونه‪ ،‬مهالي کړولونه‪،‬‬
‫ځايي کړولونه‪ ،‬د څرنګوالي کړولونه‪ ،‬د‬

‫‪10‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫اندازې کړولونه‪ ،‬د نفي کړولونه‪ ،‬د المل‬


‫کړولونه‪ ،‬د شونتيا کړولونه)‬
‫‪78‬‬ ‫اړيکوييکی‬ ‫‪13‬‬
‫(تړ اړيکوييکي‪ ،‬رابطه اړيکوييکې‪،‬‬
‫همکار يا بشپړاند اړيکوييکي)‬
‫‪82‬‬ ‫سربل او وستربل‬ ‫‪14‬‬
‫‪84-88‬‬ ‫نرينه او ښځينه نومونه پېژندل‬ ‫‪15‬‬
‫د نرينه او ښځينه نومونو يوګړی او ډېر‬
‫ګړی‬
‫‪93‬‬ ‫ژبنی سمون‬ ‫‪16‬‬
‫‪95‬‬ ‫د پښتو يېګانې‬ ‫‪17‬‬
‫‪95‬‬ ‫نرمه "ی"‬ ‫‪18‬‬
‫‪99‬‬ ‫اوږده "ې"‬ ‫‪19‬‬
‫‪104‬‬ ‫څرګنده "ي"‬ ‫‪20‬‬
‫‪107‬‬ ‫ښځينه "ۍ"‬ ‫‪21‬‬
‫‪111‬‬ ‫همزواله "ئ"‬ ‫‪22‬‬
‫‪115‬‬ ‫لومړۍ کيسه‬ ‫‪23‬‬
‫‪117‬‬ ‫دويمه کيسه‬ ‫‪24‬‬
‫‪120‬‬ ‫يو واو (و) که دوه واوونه (وو)؟‬ ‫‪25‬‬
‫‪121‬‬ ‫ېځ‪ ،‬يز او ييز وروستاړي‬ ‫‪26‬‬
‫‪123‬‬ ‫مهالونه‬ ‫‪27‬‬

‫‪11‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪126‬‬ ‫نابشپړ اوسمهال‬ ‫‪28‬‬


‫* د نابشپړ اوسمهال جوړښت‬
‫‪129‬‬ ‫جاري اوسمهال‬
‫‪130‬‬ ‫ساده بشپړ تېرمهال‬ ‫‪29‬‬
‫* د ساده بشپړ تېرمهال جوړښت‬
‫* د متعدي کړونو اوړون‬
‫* د الزمي کړونو اوړون‬
‫* ځينې الزمي کړونه‬
‫* د چار کړ اوړون‬
‫* ځينې چار کړونه‬
‫‪139‬‬ ‫نابشپړ تېرمهال‬ ‫‪30‬‬
‫* ځينې الزمي کړونه‬
‫* ځينې چار کړونه‬
‫‪144‬‬ ‫نژدې بشپړ تېرمهال‬ ‫‪31‬‬
‫* د نژدې بشپړ تېرمهال جوړښت‬
‫* ځېنې چار کړونه‬
‫‪150‬‬ ‫* ليرې بشپړتېرمهال‬
‫* جوړښت‬
‫* د الزمي کړونو جوړښت‬
‫* ځينې چار کړونه‬
‫‪155‬‬ ‫روږدني (اعتياري) نابشپړ تېرمهال‬ ‫‪32‬‬
‫* جوړښت‬
‫‪12‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫* ځينې الزمي کړونه‬


‫* ځينې چار کړونه‬
‫‪158‬‬ ‫ساده بشپړ راتلونکی مهال‬ ‫‪33‬‬
‫‪161‬‬ ‫نژدې بشپړ راتلونکی مهال‬
‫‪164‬‬ ‫نابشپړ راتلونکی مهال‬
‫‪171‬‬ ‫بېچار غږ‬ ‫‪34‬‬
‫‪177‬‬ ‫ناسيده وېنا‬ ‫‪35‬‬
‫* د راتلونکو مهالونو بڼې نه بدلېږي‬
‫* فرضي او شرطي مهالونه نه بدلېږي‬
‫‪182‬‬ ‫د پښتو ژبدوديز پېرونه‬ ‫‪36‬‬
‫* کړند پېر‬
‫* اوښتی يا مغيره پېر‬
‫لومړی حالت‪ :‬تولپېر‬ ‫ا‪.‬‬
‫ب‪ .‬دويم حالت‪ :‬سربلپېر‬
‫ج‪ .‬درېيم حالت‪ :‬بلنپېر‬
‫څلورم حالت‪ :‬تېرمهال‬ ‫د‪.‬‬
‫مفعول پېر‬ ‫ر‪.‬‬
‫‪192‬‬ ‫غونډله او ډولونه يې‬ ‫‪37‬‬
‫* د غونډلې پېژندون‬
‫ا‪ .‬ستاينوم غونډله‬
‫ب‪ .‬کړولغونډله‬

‫‪13‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪198‬‬ ‫مهم ليکدوديز توپېرونه‬ ‫‪38‬‬


‫[زدکړه‪/‬زده کړه‪ ،‬يوازې‪/‬يواځې‪ ،‬کليځه‪/‬‬
‫کاليځه‪ ،‬پيل‪/‬پېل‪ ،‬ښيي‪/‬ښايي‪ ،‬اوس‪/‬وس‪،‬‬
‫زه‪/‬ځه‪ ،‬پرخه‪/‬پرښه‪ ،‬پښه‪/‬پخه‪،‬‬
‫پر او په توپېر‪،‬‬
‫(* د 'پر' د کارونې حالتونه‬
‫* د 'په' د کارونې حالتونه)‬
‫په کې‪/‬پکې‪ ،‬په خپله‪/‬پخپله‪ ،‬له خوا‪/‬لخوا‪،‬‬
‫همداسې‪/‬هم داسې‪ ،‬که نه‪ /‬کنه]‬
‫‪212‬‬ ‫تړ وييونه او ارزښت يې په ليکنه کې‬ ‫‪39‬‬
‫‪226‬‬ ‫د تمرين ځوابونه‬

‫‪240‬‬ ‫وييپانګه‬ ‫‪40‬‬


‫‪244‬‬ ‫اخځليکونه‬ ‫‪41‬‬

‫‪14‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ژبه اوارزښت يې‬


‫پېژندون‪:‬‬
‫ژبه په رښتينې بڼه يوه ټولنيزه‪ ،‬کلتوري ښکارنده (پديده) ده او په‬
‫ټوليزه توګه د ټولنې د غړو ترمنځ د هر ډول اړيکو وسيله بلل‬
‫کېږي‪ ،‬که هغه اړيکې په اشاروي توګه دي او يا د نښو له الرې‪.‬‬
‫ژبه په ورته ډول د يو لرويزو او اوريزو سېمبولونو يوه ټولګه بلل‬
‫کېږي چې هر يو يې زموږ د ذهني انځور استازيتوب کوي‪.‬‬

‫د ژبې اړخونه‪:‬‬
‫هره ژبه يوه ګړنۍ او يوه ليکنۍ بڼه لري‪ .‬ګړنۍ ژبه ډېر بېالبېل‬
‫ډولونه لري چې ګړدودونه يا لهجې ورته ويالی شو‪ .‬ياده ژبه په‬
‫ورځني او کورني ژوند کې د ټولنيزو خلکو په منځ کې کارول‬
‫کېږي‪ .‬ګړنۍ ژبه‪ ،‬څنګه چې يې له نومه جوتېږي‪ ،‬د ګړېدو‬
‫(غږېدو) يا خبرې کولو پر مهال کارېږي‪ .‬د هرې ليرې سيمې‬
‫ګړنۍ ژبه وينګيز (تلفظي) او لږ شان ګرامري توپير لري‪ ،‬لکه موږ‬
‫چې وايو‪ ،‬هر کیلومټر ژبه کې بدلون راځي‪ .‬په ليکنۍ يا کتابي ژبه‬
‫کې ګړنۍ يا ګړدوديزه بڼه نه کارول کېږي‪ ،‬له استوزو (مسېجونو‬
‫او چټونو) پرته‪ ،‬چې هلته يې ځینې وګړي کاروي‪ .‬ادبې‪/‬کره ژبه‬

‫‪15‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بيا اکثر ليکنۍ يا کتابي ژبه وي‪ .‬نوموړې ژبه د ژبپوهنې پر بنسټ‬
‫منځ ته راځي او د ټولو ويونکو‪ /‬لوستونکو لپاره يو ډول وي‪.‬‬
‫کره ژبه له دوو اړينو برخو څخه جوړه ده‪ ،‬چې يوه يې معياري‬
‫ليکدود او ژبدود‪ .‬ادبي‪/‬کره ژ به د ښوونځيو‪ ،‬د کتابتونو‪ ،‬د رسنيو‪،‬‬
‫د ادارو‪ ،‬د دوترونو‪ ،‬د اقتصاد‪ ،‬ټکنولوژۍ‪ ،‬ساينسپوهنې‪،‬‬
‫درملپوهنې ژبه وي‪.‬‬

‫‪16‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د پښتو توري او غږونه‬


‫د پښتو توري يا الفبېڅې‪:‬‬
‫ابپتټنڼثهحخجچڅځعغفقصض‬
‫ګکملورړزژږدډذسشښطظیيېۍئ‬
‫توري او بېلګې‪:‬‬
‫بېلګه‬ ‫توری‬ ‫بېلګه‬ ‫توری‬ ‫بېلګه‬ ‫توری‬
‫ژبه‬ ‫ژ‬ ‫ځای‬ ‫ځ‬ ‫اس‬ ‫ا‬
‫ږلۍ‬ ‫ږ‬ ‫علم‬ ‫ع‬ ‫بيزو‬ ‫ب‬
‫دلته‬ ‫د‬ ‫غر‬ ‫غ‬ ‫پاڼه‬ ‫پ‬
‫ډول‬ ‫ډ‬ ‫فکر‬ ‫ف‬ ‫تور‬ ‫ت‬
‫ذکر‬ ‫ذ‬ ‫قران‬ ‫ق‬ ‫ټول‬ ‫ټ‬
‫سيند‬ ‫س‬ ‫صحيح‬ ‫ص‬ ‫نس‬ ‫ن‬
‫شپه‬ ‫ش‬ ‫ضمير‬ ‫ض‬ ‫مڼه‬ ‫ڼ‬
‫ښايسته‬ ‫ښ‬ ‫ګل‬ ‫ګ‬ ‫ثواب‬ ‫ث‬
‫طريقه‬ ‫ط‬ ‫کور‬ ‫ک‬ ‫مينه‬ ‫ه‬
‫ظالم‬ ‫ظ‬ ‫مور‬ ‫م‬ ‫هيله‬ ‫ه‬
‫سړی‬ ‫نرمه ی‬ ‫الر‬ ‫ل‬ ‫حل‬ ‫ح‬
‫ژوي‬ ‫څرګنده ي‬ ‫ورور‬ ‫و‬ ‫خور‬ ‫خ‬
‫چې‬ ‫اوږده ې‬ ‫رېبځ‬ ‫ر‬ ‫جانان‬ ‫ج‬

‫‪17‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫نړۍ‬ ‫ښځينه ۍ‬ ‫ړوند‬ ‫ړ‬ ‫چېرته‬ ‫چ‬


‫راځئ‬ ‫همزواله ئ‬ ‫زړه‬ ‫ز‬ ‫څانګه‬ ‫څ‬
‫ه او و په پښتو کې د درېيو غږونو لپاره د توري په توګه کارېږي‪:‬‬
‫د "ه" ډولونه‪:‬‬
‫زور‪ :‬مينه‪ ،‬دلته‪،‬هيله داسې نور‬
‫زورکی‪ :‬زه‪ ،‬لېوه‪ ،‬تره (کاکا)‬
‫بېواکه هې‪ :‬هیله‪ ،‬هېواد‪ ،‬بهر‬
‫د "و" ډولونه‪:‬‬
‫لنډ واو )‪ :(u‬موږ‪ ،‬لور (ښځينه اوالد)‪ ،‬کوږ‬
‫اوږد واو )‪ :(o‬مور‪،‬کور‪ ،‬لور ( درېبلو اله)‬
‫بېواک واو )‪ :(w‬ور‪ ،‬ژوند‪ ،‬نوی‬
‫د پښتو ژبې ځانګړي توري‪:‬‬
‫ټ‪ ،‬څ‪ ،‬ځ‪ ،‬ډ‪ ،‬ړ‪ ،‬ږ‪ ،‬ښ‪ ،‬ڼ‪ ،‬ې‪ ،‬ۍ‪،‬‬
‫د پارسۍ او پښتو ګډ توري‪:‬‬
‫پ‪ ،‬چ‪ ،‬ژ‪ ،‬ګ‬
‫د عربۍ او پښتو ګډ توري‪ ،‬چې په پښتو کې د عربۍ وييونو‬
‫لپاره کارول کېږي‪:‬‬
‫ض‪ ،‬ط‪ ،‬ظ‪ ،‬ع‪ ،‬ف‪ ،‬ق‪...‬‬

‫‪18‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د غږ ډولونه‬

‫خپلواک غږ‪:‬‬
‫خپلواک غږونه هغه اوازونه دي چې د دوی د وينګ ادا پر وخت‬
‫د هوا جريان په خوله کې له هېڅ ډول خنډ سره نه‬
‫مخامخېږي‪.‬‬

‫په پښتو کې اووه (‪ )۷‬خپلواک غږونه دي‪:‬‬


‫‪1‬۔ زور لکه مڼه‪ ،‬هیله‬
‫‪2‬۔ زورکی لکه زه‪ ،‬اوړه‬
‫‪3‬۔ الف لکه ښار‪ ،‬اس‬
‫‪4‬۔ اوږد (و) لکه لوی‪ ،‬خور‬
‫‪5‬۔ لنډ (و) لکه لوند‪ ،‬موږ‬
‫‪6‬۔ اوږده (ې) لکه الندې‪ ،‬داسې‬
‫‪7‬۔ څرګنده (ي) لکه سړي (جمع)‪ ،‬غوړي‬

‫لنډ و )‪(u‬‬ ‫اوږد و )‪(o‬‬ ‫زورکی )‪(ə‬‬ ‫زور )‪(a‬‬


‫‪---‬‬ ‫څرګنده ي )‪(i‬‬ ‫اوږده ې )‪(e‬‬ ‫ا )‪(aa‬‬

‫‪19‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېواک غږ‪:‬‬
‫بېواک يا کانسوننټ غږونه هغه اوازونه دي چې د دوی د‬
‫وينګ ادا پر وخت د هوا بهير له ځنډ سره مخېږي‪.‬‬

‫بېواک غږونه په پښتو کې دا الندېنې دي‪:‬‬


‫چ‪/‬ج‪/‬خ‪/‬څ‪/‬ځ‪/‬غ‪/‬ه‪/‬ګ‪/‬ډ‪/‬د‪/‬ک‪/‬م‪/‬ن‪/‬ڼ‪/‬ت‪/‬ټ‪/‬ل‪/‬ب‪/‬پ‪/‬ی‪/‬س‪/‬‬
‫ش‪/‬ښ‪/‬بېواک "و"‪ /‬ر‪ /‬ړ‪ /‬ږ‪ /‬ژ‪ /‬ز‪+/‬ح‪/‬ف‪/‬ث‪/‬ق‪/‬ص‪/‬ض‪/‬ذ‪/‬ط‪/‬‬

‫غبرګ غږ‪ :‬غبرګ غږونه هغه اوازونه دي چې له دوو خپلواکو‬


‫غږونو جوړ وي‪.‬‬
‫وینګ‬ ‫بېلګه‬ ‫جوړښت‬
‫‪ai‬‬ ‫سړی‪ ،‬نری‬ ‫ی‬

‫‪a:i‬‬ ‫ځای‪ ،‬چای‬ ‫ا‪+‬ی‬

‫‪əi‬‬ ‫ډوډۍ‪ ،‬راشئ‬ ‫ۍ‪/‬ئ‬

‫‪a:u‬‬ ‫کړاو‪ ،‬پړاو‬ ‫ا‪+‬و‬

‫‪oi‬‬ ‫زوی‪ ،‬لوی‬ ‫اوږد و ‪ +‬ی‬

‫‪ui‬‬ ‫خوی‪ ،‬بوی‬ ‫لنډ و‪+‬ی‬

‫‪ew‬‬ ‫دېو‪ ،‬غرېو‬ ‫ې‪+‬و‬

‫‪iw‬‬ ‫تريو‬ ‫ي‪+‬و‬

‫‪aw‬‬ ‫کنډو‪ ،‬پلو‪ ،‬يو‬ ‫زور ‪ +‬و‬

‫‪20‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د پښتو نړيوال غږيز يا فونيميک غږونه د ‪ IPA‬له مخې‪:‬‬


‫ی ‪ai . .‬‬ ‫م‪m ..‬‬ ‫د‪d...‬‬ ‫ت‪t...‬‬ ‫ا‪a . . .‬‬
‫ۍ ‪əi . .‬‬ ‫ي …‪j‬‬ ‫ډ‪ɖ...‬‬ ‫ټ‪ʈ...‬‬ ‫ب‪b..‬‬
‫ئ ‪əi . .‬‬ ‫ې‪e...‬‬ ‫ر‪r...‬‬ ‫خ‪x...‬‬ ‫پ‪p ..‬‬
‫بېواک و ‪w . . .‬‬ ‫ړ … ‪ɻ‬‬ ‫ن‪n...‬‬ ‫ښ ‪Ҫ ...‬‬
‫زور ‪a . . .‬‬ ‫ز‪z...‬‬ ‫ڼ‪ɳ...‬‬ ‫غ‪ɣ...‬‬
‫زورکی ‪ɘ….‬‬ ‫ژ ‪ʒ. . .‬‬ ‫ج ‪ʤ ..‬‬ ‫ک‪k...‬‬
‫اوږد واو ‪o . . .‬‬ ‫ږ‪ʝ ..‬‬ ‫چ‪ʧ...‬‬ ‫ګ‪g ..‬‬
‫لنډ واو ‪u . . .‬‬ ‫س‪s..‬‬ ‫څ‪ʦ..‬‬ ‫ه‪h...‬‬
‫کله چې موږ ع ف ق‬ ‫ش …‪ʃ‬‬ ‫ځ ‪ʥ. .‬‬ ‫ل‪l...‬‬
‫ثصضذطظ‬
‫په ای پي کې لیکل غواړو‪ ،‬نو د پښتو د‬
‫تلفظ له مخې به یې لیکو‪,s, s, d .‬‬
‫‪z,t,z,z‬‬

‫‪21‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ګړپوهنه‬
‫ګړ‪:‬‬
‫ګړ د يوې ژبې تر ټولو کوچنی مانيز توکی يا عنصر دی چې له‬
‫دوو يا ډېرو فونيمونو يا غږونو جوړ وي‪.‬‬
‫په ټوليز ډول ګړونه په درې ډلو وېشل کېږي‪ ،‬چې يو ډول يې‬
‫خپلواک‪ ،‬بل يې ناخپلواک او بل يې نيم خپلواک ګړ دی‪.‬‬

‫خپلواک ګړ‪:‬‬
‫دا ډول ګړونه ازاد وي او په غونډله (جمله) کې يواځې او له يوې‬
‫ځانګړې مانا سره راتالی شي لکه کتاب‪ ،‬هلک‪ ،‬غر او داسې‬
‫نور‪.‬‬
‫نيم خپلواک ګړ‪:‬‬
‫هغه ګړ ته ويل کېږي چې په جمله کې خپلواک وي‪ ،‬خو‬
‫ژ بدوديزه(ګرامري) دنده يا وظيفه يې د ازادو ګړونو په ملتيا‬
‫څرګندېږي‪.‬‬
‫په نيمو ازادو ګړونو کې راځي‪:‬‬
‫وييکي (ادات‪ /‬پارټيکلونه)‪:‬‬
‫د ملکيت يا تول وييکي =< "د"‬
‫د نفي وييکی=< "نه" او "مه"‬

‫‪22‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫اړيکوييکی‪ :‬او‪ ،‬چې‪ ،‬که‪ ،‬ځکه‪ ،‬خو‪ ،‬بلکې‪ ،‬نو ‪. . . .‬‬

‫سربلونه او وستربلونه‪:‬‬
‫‪ .۱‬سربل =< په‪ ،‬پر له‪ ،‬تر ‪. . . . . . .‬‬
‫‪ .۲‬وستربل =< کې‪ ،‬سره‪ ،‬الندې‪ ،‬باندې‪ ،‬پورې‪ ،‬څخه ‪. . .‬‬

‫ناخپلواک ګړ‪:‬‬
‫هغه ګړ دی چې خپلواکو ګړونو پورې تړل کېږي او د هغوی مانا‬
‫بدلوي يا يو ډول ګرامري بدلون ورکوي‪ .‬ناخپلواک ګړونه که چېرې‬
‫يواځې په غونډله کې راشي‪ ،‬نو کومه ځانګړې مانا نه ورکوي‪.‬‬

‫د روښانولو لپاره يوه بېلګه‪:‬‬


‫هلکان‪ :‬دغه نوم له يو خپلواک ګړ "هلک" او له يو ناخپلواک‬
‫ګړ "ان" رغېدلی چې د هلک ډېرګړی (جمع) څرګندوي‪.‬‬

‫تاړی‪:‬‬
‫څنګه چې يې له نوم جوتېږي‪ ،‬يو تړلی يا ناخپلواک ګړ دی چې‬
‫نومونو پسې تړل کېږي او يو نوې مانا لرونکی ويی پنځوي‪.‬‬
‫تاړی د نوم څرنګوالی‪ ،‬نوږی (جنس) او عدد ټاکي‪ .‬تاړي په‬
‫ټوليز ډول په درې ډلو وېشل کېږي او هغه مختاړي‪ ،‬وروستاړي‬
‫صرفي تاړی‪ /‬ځايناستي دي‪.‬‬

‫‪23‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫وروستاړی‪:‬‬
‫دا هغه تاړی دی چې له يوې کليمې سررررره په پای کې نښررررلول‬
‫کېږي او ريښريز لغت له نوې مانا سرره راوړي‪ .‬ځينې وروسرتاړي‬
‫چې يو کړ پسررررې وتړل شرررري‪ ،‬نو يرا يې فراعلي او يرا يې نوميزه‬
‫(اسمي) بڼه ټاکي‪ .‬که ځينې وروستاړي نومونو پسې وتړل شي‪،‬‬
‫نو ستاينومونه ترې جوړوي‪.‬‬

‫الندېني فاعلي وروستاړي دي او په کړنه داللت کوي۔‬


‫ونی‪ :‬ننوونی (چڼونی)‪ ،‬سپينوونی ( چاکو ډوله اله‪ ،‬چې له‬
‫مېوو او سابو پوستکی ليرې کوي)‪.‬‬
‫ونکی‪ /‬وونکی ‪ -‬ونکې‪ /‬وونکې‪ :‬شنونکی‪ ،‬ليدونکی‪ ،‬ښوونکی‪،‬‬
‫کروونرکری (چرې پرره پررايری کرې يرې اوږده "ې" وي‪ ،‬بريررا يرې‬
‫ښځينه بڼه څرګندوي)‬
‫ګر (ه)‪ :‬بريدګر‪ ،‬کروندګر‪ ،‬کوډګر‬
‫اند (ه)‪ :‬انځوراند (عکاس)‪ ،‬سپړاند‬
‫وال (ه)‪ :‬ولسوال‪ ،‬وسله وال‪ ،‬مينه وال‬
‫دوی (ه)‪ :‬ساتندوی‪ ،‬څارندوی (پوليس)‬
‫الندېني وروستاړي د کړ نوميزه (اسمي) بڼه ټاکي‪:‬‬
‫نه‪ /‬ونه‪ :‬کارونه (استعمال)‪ ،‬غوښتنه‪ ،‬ټولونه او داسې نور‬

‫‪24‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫نګ‪ :‬وينګ‪،‬ترنګ‪ ،‬ګړنګ‪ ،‬ننګ‪ ،‬غورځنګ‬


‫او‪ :‬تړاو‪ ،‬لګاو‪ ،‬رغاو‪ ،‬پړاو‬

‫الندېني وروستاړي له ستاينومونو څخه نومونه جوړوي‪:‬‬


‫تيا‪ :‬پراختيا‪ ،‬چوپتيا ‪. . .‬‬
‫توب‪ :‬برياليتوب‪ ،‬ماشومتوب ‪. . .‬‬
‫والی‪ :‬ستروالی‪ ،‬سپينوالی‪ ،‬يووالی ‪. . .‬‬
‫والي‪ :‬ولسوالي‪ ،‬ښاروالي ‪. . .‬‬
‫ي‪ :‬خوشالي‪ ،‬خوښي‪ ،‬هوښياري ‪. . .‬‬

‫الندېني وروستاړي له نومونو څخه ستيانومونه جوړوي‪:‬‬


‫من‪ /‬منه‪ :‬دغه ورستاړی د "لرلو" مانا ورکوي لکه هيله من‪،‬‬
‫اغېزمن‪ ،‬ستونزمن‪ ...‬که "ه" ورزيات شي‪ ،‬نو بیا‬
‫يې ښځينه بڼه څرګندوي یانې هیله منه‪ ،‬اغېزمنه‬

‫ناک ‪ /‬ناکه‪ :‬دغه وروستاړی د " کولو يا اغېز پرېښودو" مانا‬


‫ورکوي لکه اغېزناک (اغېز لرونکی)‪ ،‬غوسه ناک‪ ،‬خطرناک ‪. .‬‬
‫که "ه" ورزيات شي‪ ،‬نو بيا يې ښځينه بڼه څرګندوي‪.‬‬
‫يز ‪ /‬ييز ‪ /‬يزه‪ /‬ييزه‪ :‬دغه وروستاړی اړوندتوب ښيي لکه ټولنيز‬
‫(د ټولنې اړوند)‪ ،‬سوله ييز‪ ،‬اړخيز‪ ،‬مانيز‪ . . ،‬که "ه" ورزيات‬

‫‪25‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫شي‪ ،‬نو بيا يې ښځينه بڼه څرګندوي۔‬


‫يي‪ :‬دغه وروستاړی اړوندتوب ښيي لکه برېښنايي‪ ،‬هوسايي‪،‬‬
‫نشيي (نشه يي) ‪. . .‬‬

‫ور ‪ /‬وره‪ :‬دغه وروستاړی د " لرل" يا " ترې جوړول" مانا‬
‫ورکوي لکه‪:‬‬
‫* زورور (له زور ‪ +‬ور = زور لرونکی)‬
‫* سېکور (له سېک ‪ +‬ور = ډېره انرژي لرونکی)‬
‫ين ‪ /‬ينه‪ :‬دغه وروستاړی هم لکه ور د " لرل" يا ترې ''جوړېدل''‬
‫مانا ورکوي لکه‪:‬‬
‫* زرين (زر‪ +‬ين = طاليي)‬
‫* لرګين ( لرګی‪ +‬ين = چې لرګي پکې کارول شرررروي وي يا له‬
‫لرګيو جوړ وي)‬

‫ځانګړي وروستاړي‪:‬‬
‫دغه وروستاړي کومې ځانګړې ډلې پورې اړه نه لري‪ ،‬خو واړه‬
‫نومونه جوړوي‪:‬‬
‫ښت‪ :‬خوځښت‪ ،‬پښت‪ ،‬زړښت‪ ،‬اورښت ‪. .. .‬‬
‫نګ‪ :‬ننګ‪ ،‬غورځنګ‪ ،‬وينګ ‪. ..‬‬
‫او‪ :‬نياو (انصاف)‪ ،‬ټينګاو (مقاومت)‪ ،‬رغاو (رغېدنه)‬

‫‪26‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫وی‪ :‬په کړنه داللت کوي لکه درناوی‪ ،‬سپیناوی او داسې نور‬

‫مختاړی‪:‬‬
‫دا هغه تاړی دی چې له کليمې سره په پيل کې نښلول کېږي او‬
‫ريښيز نوم له نوې مانا سره راوړي‪ .‬ځينې مختاړي‪ ،‬د وروستاړو‬
‫غوندې‪ ،‬چې يو کړ پسې وتړل شي‪ ،‬نو بيا يې فاعلي او يا يې‬
‫نوميزه (اسمي) بڼه ټاکي‪ .‬که ځينې مختاړي نومونو پسې وتړل‬
‫شي‪ ،‬نو ستاينومونه ترې جوړوي‪.‬‬

‫‪ )۱‬الندېني مختاړي تړښتي (ترکيبي) ستاينومونه جوړوي‪:‬‬


‫بې‪ :‬مختاړی ‪ +‬نوم لکه بېشمېره‪ ،‬بېسده ‪. . . . . . . .‬‬
‫هم‪ :‬مختاړی ‪ +‬نوم لکه همغږی‪ ،‬هممهال ‪. . . . . . . .‬‬
‫يو‪ :‬عدد ‪ +‬نوم لکه يوالسی‪ ،‬يوموټی ‪. . . . . . . . . . .‬‬
‫ګڼ‪ :‬ستاينوم ‪ +‬نوم لکه ګڼشمېر‪ ،‬ګڼرنګه ‪. . . . . . .‬‬
‫نېک‪ :‬ستاينوم ‪ +‬نوم لکه نېکمرغه‪ ،‬نېکمل ‪. . . . . .‬‬
‫بد‪ :‬ستاينوم ‪ +‬نوم لکه بدمرغه‪ ،‬بدرنګه ‪. . . . . .. . . .‬‬
‫بډ‪ :‬ستاينوم ‪ +‬نوم لکه بډګوند (مخالف حزب) ‪. . . . .‬‬
‫کم‪ :‬ستاينوم ‪ +‬نوم لکه کمزوری‪ ،‬کممنګی (کم عمره)‪....‬‬
‫خوا‪ :‬نوم ‪ +‬ستاينوم‪ :‬خوابدی‪ ،‬خواشينی ‪....‬‬
‫الندېني مختاړي کړونو پسې تړل کېږي او مانا يې بدلوي‪:‬‬

‫‪27‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫پرې‪ :‬پرې کول‪ ،‬پرېښودل‪ ،‬پرېوتل ‪. . .‬‬


‫تېر‪ :‬تېروتل‪ ،‬تېراېستل ‪. . .‬‬
‫تمرين‪:‬‬
‫په الندېنيو وييونو کې وروستاړي ‪ /‬مختاړي په نښه کړئ او ورسره‬
‫وليکئ‪ ،‬چې دلته د مخکېني لوست پر بنسټ دا تاړي‬
‫کوم رول لوبوي‪ .‬لومړی يو ستاسو لپاره حل شوی‪:‬‬

‫ناسم‪ :‬دلته نا مختاړی دی او د سم بډه ‪ /‬مخالفه مانا ورکوي او‬


‫يو ستاينوم دی‪.‬‬

‫ناسمي‬ ‫کروندګر‬ ‫شنونکی‬ ‫نرۍ‬ ‫بېکاره‬


‫ګړدود‬ ‫پياوړتيا‬ ‫مانيز‬ ‫هيلمن‬ ‫تېروتنه‬
‫کوچنيوالی پلټاند‬ ‫ولسواله‬ ‫خوشالۍ‬ ‫سړي‬
‫خاورين‬ ‫سړيتوب‬

‫‪28‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫صرفي تاړی‪:‬‬

‫صرفي تاړی هغه تاړی دی چې وييونو پسې نښلول کېږي چې‬


‫يوه ځانګړې ژبدوديزه (ګرامري) بڼه خپله کړي‪ .‬هغه کس‪ ،‬شمېر‪،‬‬
‫مهال‪ ،‬او جنس کېدای شي‪ .‬دوی د وروستاړو او مختاړو‬
‫غوندې د نوم مانا نه بدلوي‪.‬‬

‫يوه ډله د کړ اوړون (فعلي ګردان) پايونه دي چې کس‬


‫څرګندوي‪ :‬م‪ /‬ې‪ /‬ي‪ /‬و‪ /‬ئ‬

‫(م) لکه زه کوم‪ ،‬زه ژاړم‪ /‬خاندم‬ ‫زه‪:‬‬


‫(ې) لکه ته کوې‪ ،‬ته ژاړې‪ /‬خاندې‬ ‫ته‪:‬‬
‫(ي) لکه هغه کوي‪ ،‬هغه ژاړي‪ /‬خاندي‬ ‫هغه‪:‬‬
‫(و) لکه موږ کوو‪ ،‬موږ ژاړو‪ /‬خاندو‬ ‫موږ‪:‬‬
‫(ئ) لکه تاسو کوئ‪ ،‬تاسو ژاړئ‪ /‬خاندئ‬ ‫تاسو‪:‬‬
‫(ي) لکه هغوي کوي‪ ،‬هغوي ژاړي‪ /‬خاندي‬ ‫هغوي‪:‬‬

‫‪29‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د تېرمهال کړ اوړون پايونه چې شمېر او نوږی څرګندوي‪ :‬ی‪/‬‬


‫ې‪ /‬ه ‪ /‬ي‪ /‬ل‬
‫ی‪:‬‬
‫له کړ (فعل) سره په تېرمهال کې د مفعول يا فاعل برابرونې‬
‫لپاره چې نرينه يوګرې وي لکه‪:‬‬
‫'' ما کار کړی دی'' => کار نرينه يوګړی دی‪ ،‬نو "کړی" او‬
‫"دی" په نرمه ی راځي‪.‬‬
‫ې‪:‬‬
‫دا هم د نرمې ی غوندې له کړ (فعل) سره په تېرمهال کې د‬
‫مفعول يا فاعل برابرونې لپاره راځي چې هم ښځينه يوګړی او‬
‫ډېرګړی(جمع) وي لکه‪:‬‬
‫'' ما ليکنه کړې ده'' => ليکنه ښځينه يوګړی دی‪ ،‬نو "کړې" په‬
‫ې راځي‪.‬‬
‫"ما لیکنې کړې دي" => لیکنې ډېرګړی دی‪ ،‬نو دا "کړې" هم‬
‫په اوږده ې راځي او یوازې "دي" په څرګنده ي‪.‬‬

‫‪30‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ي‪:‬‬
‫دا هم له کړ سره په تېرمهال کې د مفعول يا فاعل برابرونې‬
‫لپاره راځي چې نرينه ډېرګړی وي لکه‪:‬‬
‫'' ما کارونه کړي دي'' => کارونه نرينه ډېر ګړي دي‪ ،‬نو "کړي‬
‫" او "دي" په "ي" راځي‪.‬‬

‫يادونه‪ :‬مرستيال کړ په جمع کې دواړو جسنونو لپاره يو شان‬


‫پاتېږي ‪ -‬يانې 'دي'‪.‬‬

‫ل‪:‬‬
‫له کړ (فعل) سره په تېرمهال کې د مفعول يا فاعل برابرونې‬
‫لپاره راځي چې نرينه ډېرګړی وي لکه‪:‬‬
‫'' ما کارونه وکړل'' "کارونه" نرينه ډېرګړي دی‪ ،‬نو "وکړل" په‬
‫"ل'' راځي‪.‬‬

‫و‪:‬‬
‫یاد تاړی په پښتو کې یو صرفي تاړی دی چې په بېالبېلو‬
‫حالتونو کې د کړ تر سټې مخته راځي او هغه توصیفوي‪.‬‬
‫په ټولیز ډول‪ ،‬دغه تاړی د کړنې بشپړتیا یا مطلقیت ښیي‪.‬‬

‫‪31‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫دغه تاړی اکثر په هغو کړونو (فعلونو) کې کارېږي چې لېږند یا‬


‫نالېږند (متعدي & الزمي) وي لکه نیول‪ ،‬کول‪ ،‬خوړل‪ ،‬ویل‪،‬‬
‫لیدل‪ ،‬لمبېدل او داسې نور‪.‬‬
‫که چېرې یو کړ له یو ستاینوم یا کړول (قید) منځ ته راغلی وي‬
‫لکه سړول‪ ،‬خفه کول‪ ،‬پورته کول او ورته‪ ،‬بیا د کړ تر سټې‬
‫مخته و تاړی نه راځي‪ .‬په لنډو ټکو‪ ،‬اکثر د هغو کړونو په مخ‬
‫کې راځي چې خپلواک وي او ترکیبي کړونه نه وي‪.‬‬

‫د اوسمهال په دې الندېنیو حالتونو لپاره‪:‬‬


‫لومړی‪ :‬شرطي جملې په "که" اړیکوییکي په مرسته‬
‫که دغه وکړې‪ ،‬بیا درسره مرسته کوم‪.‬‬
‫کله چې دې راته وویل‪ ،‬نو غوښتنه به دې ومنم‪.‬‬

‫دویم‪:‬په پوښتنو کې کله چې باید کړنې یو ځل او په بشپړ ډول‬


‫ترسره شي‪:‬‬
‫زه دغه کار وکړم؟‬
‫هغه څه درته ووايي؟‬
‫درېیم‪ :‬تر مرستیال کړ (فعل) "باید" وروسته‬
‫هغه باید داسې خبرې ونه کړي‪.‬‬

‫‪32‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ته باید دغه پوسټ هغه ته ولېږې‪.‬‬


‫څلورم‪ :‬یو کس ته د امر لپاره‬
‫!دغه تار ونیسه‬
‫!ژر ولمبېږه‬

‫پنځم‪ :‬ګواښ ورکول‬


‫که دغه کار دې وکړ‪ ،‬نو بیا دې له دندې ګوښه کوي‪.‬‬

‫شپږم‪ :‬په ساده بشپړ راتلونکي مهال کې تر "به" مرستیال کړ‬


‫وروسته‬
‫زه به دغه ویډیو وګورم‪.‬‬
‫هغه به پر دې یو څه ولیکي‪.‬‬

‫د تېرمهال په دې الندېنیو حالتونو کې‪:‬‬


‫اووم‪ :‬ساده بشپړ تېرمهال کې چې کله یوه کړنه یا عمل په بشپړ‬
‫ډول یا مطلق ترسره شوی وي‪:‬‬
‫هغې د ننګیال خبرې پورې وخندل‪.‬‬
‫موږ یو څو پوښتنې ترې وکړې‪.‬‬

‫‪33‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫اتم‪ :‬په پوښتنو کې کله چې باید کړنې یو ځل او په بشپړ ډول‬


‫ترسره شي‪:‬‬
‫هغه څه وکړل؟‬
‫ما څه درته وویل؟‬

‫نهم‪ :‬تر "غوښتل" (کړ) وروسته‪ ،‬یا په بله وینا‪ ،‬کله چې یوه‬
‫غوښتنه څرګندول غواړو‬
‫زه غواړم چې له تا سره ووینم‪.‬‬
‫هغه غواړي چې ډوډۍ وخوړي‪.‬‬

‫‪34‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د وييونو (لغتونو) ډولونه‬

‫تړښت (ترکيب)‪:‬‬
‫تړښتي يا تړلي وييونه هغه وييونه دي چې له دوو يا ډېرو خپلواکو‬
‫ګړونو (مورفيمونو) جوړ وي او يوه نوې مانا پنځوي‪ .‬په پښتو کې‬
‫تړلي وييونه پر تړښتي نومونو‪ ،‬ستاينومونو (صفتوتو)‪،‬‬
‫کړونو (فعلونو) او تړښتي کړولونو وېشل کېږي‪.‬‬

‫تړښتي نوم‪:‬‬
‫هغه نوم دی چې له دوو يا ډېرو بېلو ماناوو لرونکو ګړونو جوړ‬
‫وي او له وحدت سره يې نوې مانا لرونکی نوم رامنځته کوي‪.‬‬
‫‪ )۱‬نوم ‪ +‬نوم‪ :‬پيشپړانګ‪ ،‬السګاډۍ‪ ،‬بر ېښناليک‪ ،‬ليکدود‪،‬‬
‫ښوونځی‪ ،‬ځانمرګی‪ ،‬ګلپاڼه ‪...‬‬
‫‪ )۲‬ستاينوم ‪ +‬نوم‪ :‬سورګل‪ ،‬سپينغر‪ ،‬رنګينټال (بوډۍ ټال)‪...‬‬
‫‪ )۳‬نوم ‪ +‬نوم ‪ +‬نوم‪ :‬کتابپلورنځی‬
‫يادونه‪ :‬ټول تړښررتي نومونه یوځای ليکل کېږي‪ ،‬دا چې د يو څيز‬
‫مفهوم ترې اخيسررررتل کېږي لکه د ليکدود يا ځانمرګی پر ځای‬
‫ليکدود او ځان مرګی ليکل ناسمه ده‪.‬‬

‫‪35‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫تړښتي کړ‪:‬‬
‫هغره کړ دی چې لره دوو يرا ډېرو بېلو مرانراوو لرونکو ګړونو جوړ‬
‫وي او له وحدت سره يې نوې مانا لرونکی کړ رامنځته کېږي‪.‬‬
‫‪ )۱‬سربل ‪ +‬کړ‪ :‬پرېښودل‪ ،‬پرېکول‪ ،‬کېناستل ‪. . .‬‬
‫‪ )۲‬کړول ‪ +‬کړ‪ :‬تېرباسل‪ ،‬تېروتل ‪. . .‬‬
‫‪ )۳‬نوم ‪ +‬مرستیال کړ 'کېدل'‪ :‬جنګېدل‪ ،‬ژړېدل‬
‫‪ )۴‬ستاينوم ‪ +‬مرستیال کړ 'کېدل'‪ :‬سړېدل‪ ،‬تودېدل‬
‫‪ )۵‬تړښتي کړونه د مرستیال کړونو کول په مرسته‬
‫نوم ‪ +‬کول‪ :‬فکر کول‪ ،‬پرېکړه کول…‬
‫ستاینوم ‪ +‬کول‪ :‬خوشالول‪ ،‬خفه کول…‬
‫تړښتي ستاينوم‪:‬‬
‫هغه ستاينوم دی چې له دوو يا ډېرو بېلو ماناوو لرونکو ګړونو‬
‫جوړ وي او له وحدت سره يې نوې مانا لرونکی ستاينوم‬
‫رامنځته کېږي‪.‬‬
‫‪ )۱‬نوم ‪ +‬ستاينوم‪:‬‬
‫خوابدی‪ ،‬خواخوږی = خوا (نوم) ‪ +‬بد ‪ /‬خوږ ( ستاينوم)‬
‫‪ )۲‬نوم ‪ +‬کړ‪:‬‬
‫جنګځپلی‪ ،‬زيارکښ ( ځپل او کښل کړونه دي)‬

‫‪36‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ )۳‬ستاينوم ‪ +‬نوم‪:‬‬
‫پړمخ‪ ،‬بدمرغه‪ ،‬نېکمرغه‪ ،‬سپينسترګی‪ ،‬کمزوری ‪...‬‬
‫‪ )۴‬کړول ‪ +‬نوم‪:‬‬
‫نيمژبی‪ ،‬نيمګړی‪ ،‬ډېرپېښی ‪...‬‬
‫تړښتي کړول‪:‬‬
‫هغه کړول دی چې له دوو يا ډېرو بېلو ماناوو لرونکو ګړونو جوړ‬
‫وي او له وحدت سره يې نوې مانا لرونکی کړول رامنځته کېږي‪.‬‬

‫‪ )۱‬نوم ‪ +‬سربل ‪ /‬وستربل‪:‬‬


‫مخکې‪ ،‬شاته ( مخ نوم دی‪ ،‬کې وستربل او همدارنګه شا نوم‬
‫او (ته) وستربل دی )‬

‫‪ )۲‬سربل ‪ +‬نوم ‪ +‬وستربل‪:‬‬


‫په تېزۍ سره‪ ،‬په چټکۍ سره ‪. . .‬‬

‫‪37‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلښت (اشتقاق)‪:‬‬
‫بېلښتي وييونه هغه وييونه دي چې له يو خپلواک ګړ‪ ،‬کوم چې‬
‫هممهال د ويي (لفظ) ريښه بلل کېږي‪ ،‬او يو يا ډېرو ناخپلواکو‬
‫ګړونو رغېدلي وي او يوه نوې مانا پنځوي‪ .‬خپلواک ګړ په يوه‬
‫غونډله (جمله) کې يواځې (تنها) او له خپلې ځانګړې مانا سره‬
‫راتالی شي‪ ،‬خو ناخپلواک ګړ يواځې نه شي راتالی‪ ،‬که راشي‪،‬‬
‫کومه مانا نه ورکوي‪ .‬له همدې کبله ناخپلواک ګړونه خپلواکو‬
‫ګړونو پسې تړل کېږي او يو نوې مانا لرونکي ويی رامنځته کوي‪.‬‬
‫يوه بېلګه د رڼاوي لپاره‪:‬‬
‫‪ )۱‬ناسم‪" :‬سم" خپلواک ګړ دی او ځانګړې مانا لري او "نا" يو‬
‫ناخپلواک ګړ دی چې يواځې نه شې کارېدای او د "سم" مانا‬
‫بدلوي‪.‬‬
‫‪ )۲‬کروندګر‪" :‬کرونده" خپلواک ګړ دی او "ګر" ناخپلواک او په‬
‫ګډه نوی ويی رامنځته کوي‪.‬‬
‫ناخپلواک ګړونه په دوو ډلو وېشررررل کېږي‪ ،‬چې يوه يې مختاړی‬
‫دي او بله وروسررررتاړی‪ .‬مختاړي تر يو ويي مخکې راځي لکه په‬
‫لومړنۍ بېلګه (ناسررم) کې "نا" او وروسررتاړي د ويي په پای کې‬
‫راځي لکره پهردويمره بېلګره (کرونردګر) کې دا ګر‪.‬‬
‫د ځينو تاړو ( مخ او وروسررتاړي) په مرسررته نومونه جوړېږي او‬

‫‪38‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د ځينو په مرسته کړونه (فعلونه) او ستاينومونه‪.‬‬

‫د مختاړو بېلګې‪:‬‬
‫بې‪ :‬بېشمېره‪ ،‬بېکچه‪ ،‬بېخونده او داسې نور‬
‫هم‪ :‬همغږی‪ ،‬هممهال‪ ،‬همزولی او داسې نور‬
‫نا‪ :‬ناسم‪ ،‬ناخوښ‪ ،‬ناولی او داسې نور‬
‫غير‪ :‬غير مستقيم‪ ،‬غير قانوني‬
‫د وروستاړو بېلګې‪:‬‬
‫ونکی‪ :‬شنونکی‪ ،‬ښوونکی‪ ،‬خوښوونکی او داسې نور‬
‫يادونه‪ :‬ونکې په ې يې بيا ښځينه بڼه ښيي‬
‫ګر‪ :‬بريدګر‪ ،‬کروندګر‪ ،‬زرګر او داسې نور‬
‫يادونه‪ :‬ګره په' ه ' يې بيا ښځينه بڼه ښيي‬
‫اند‪ :‬انځوراند‪ ،‬بهاند‪ ،‬حپاند او داسې نور‬
‫یادونه‪ :‬انده په ه یې بیا ښځینه بڼه ښیي‬
‫وال‪ :‬ولسوال‪ ،‬مينوال‪ ،‬وسلوال او داسې نور‬
‫يادونه‪ :‬واله په ه يې بيا ښځينه بڼه ښيي‬
‫دوی‪ :‬ساتندوی‪ ،‬منندوی‪ ،‬بولندوی (قوماندان) او داسې نور‬
‫یادونه‪ :‬دویه په ه یې بیا ښځینه بڼه ښیي‬
‫نه‪/‬ونه‪ :‬بندېدنه‪ ،‬نمانځنه‪ ،‬غوښتنه او داسې نور‬
‫تيا‪ :‬پراختيا‪ ،‬چوپتيا‪ ،‬پیاوړتیا او داسې نور‬

‫‪39‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫توب‪ :‬برياليتوب‪ ،‬ماشومتوب‪ ،‬لېونتوب او داسې نور‬


‫تون‪ :‬پوهنتون‪ ،‬مړستون (قبر)‪ ،‬نندارتون (نمایشګا) او داسې‬
‫نور‬
‫غالی‪ :‬لوبغالی (سټېدیم)‪ ،‬اورغالی (د اور بلوولو ځای)‬
‫یادونه‪ :‬د دې اړوند سپړنیز معلومات په مخکېني څپرکي کې‬
‫درښودل شوي‪.‬‬

‫‪40‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د وينا مهمې برخې‬


‫نوم‪:‬‬
‫نوم هغه کليمه ده‪ ،‬چې يو وګړی‪ ،‬ځای‪ ،‬څيز او احساس نوموي‪.‬‬
‫وګړی‪ :‬اتل‪ ،‬ننګيال‪ ،‬ځالند ‪. . .‬‬
‫ځای‪ :‬امريکا‪ ،‬لندن‪ ،‬کابل ‪ ،‬اسيا‪ ،‬ټاپو ‪. . .‬‬
‫څيز‪ :‬تيږه‪ ،‬مڼه‪ ،‬بکس‪ ،‬کټ ‪. . .‬‬
‫احساس‪ :‬ډار‪ ،‬خندا‪ ،‬غوسه‪ ،‬وياړ ‪. . .‬‬
‫يادونه‪ :‬تړښتي او بېلښتي نومونه په تېر څپرکي کې راغلي‪.‬‬
‫د نوم ډولونه‪:‬‬
‫‪ )۱‬ټولنوم )‪:(Common Noun‬‬
‫د نومونو ډلې يا ټولۍ (کاتېګورۍ) تشريح کوي‪.‬‬
‫‪ )۲‬ځانګړنوم )‪:(Proper Noun‬‬
‫د نومونو په ټوليو (کاتيګوريو) کې ځانګړې بېلګه نوموي‪.‬‬
‫د رڼاوي لپاره الندېنۍ بېلګې وګورئ‪.‬‬
‫ټولنوم ‪ . . . . . . . . . .‬ځانګړنوم‬
‫انسان ‪ . . . . . . . . . .‬سړی‪ ،‬ښځه‪ ،‬هلک‪ ،‬جينی‬
‫مېوه ‪ . . . . . . . . . .‬مڼه‪ ،‬هندوانه‪ ،‬کېال‬
‫ژوی ‪ . . . . . . . . . .‬اوښ‪ ،‬غوا‪ ،‬سپی‬
‫څپرکی ‪ . . . . . . . .‬اوړی‪ ،‬ژمی‪ ،‬پسرلی‬

‫‪41‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫مياشت ‪ . . . . . . . .‬غبرګولی‪ ،‬ليندۍ‪ ،‬وری‬

‫‪ )۳‬ذات نوم )‪:(Concrete Noun‬‬


‫د هغه څه نوم دی چې سرړی يې يا ليدالی‪ ،‬لمسروالی‪ ،‬اورېدالی‬
‫او يا بويوالی شي لکه‪:‬‬
‫انسان‪ ،‬ژوی‪ ،‬ځای‪ ،‬څوکۍ‪ ،‬او نور هغه څه چې جسمې بڼه لري‬
‫‪ )۴‬مانا نوم )‪:(Abstract Noun‬‬
‫د هغه څه نوم چې سړی يې نه ليدالی‪ ،‬لمسوالی‪ ،‬اورېدالی او‬
‫نه بويوالی شي‪ .‬په لنډه‪ ،‬ناجسمي شيان لکه‪:‬‬
‫مينه‪ ،‬وياړ‪ ،‬وخت‪ ،‬سوله‬
‫تمرين‪:‬‬
‫الندېني نومونه د نوم ډولونو په کومه کاتېګورۍ کې راځي؟‬
‫لومړی يو ستاسو لپاره حل شوی دی‪.‬‬
‫‪ )۱‬منی‪ :‬هم ځانګړ نوم دی او هم مانا نوم دی‬
‫رررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررر‬ ‫‪ )۲‬کتاب‪:‬‬
‫رررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررر‬ ‫‪ )۳‬اندېښنه‪:‬‬
‫رررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررر‬ ‫‪ )۴‬پکتيا‪:‬‬
‫رررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررر‬ ‫‪ )۵‬ولسوالي‪:‬‬
‫رررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررر‬ ‫‪ )۶‬نارنګ ولسوالي‪:‬‬
‫رررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررر‬ ‫‪ )۷‬رڼا‪:‬‬

‫‪42‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫کړ‪:‬‬
‫د کړ پېژندون‪:‬‬
‫هغره ويی دی چې کړنره او پېښررررره څرګنردوي‪ .‬کړ تره مهرالويی‬
‫هم ويل کېږي‪ ،‬دا چې له مهالونو سره اړول کېږي‪.‬‬
‫بېلګې‪ :‬کول‪ ،‬راوړل‪ ،‬وهل‪ ،‬لمبېدل‪ ،‬رسېدل‪ ،‬خوړل‪ ،‬څښل او‬
‫داسې نور‬

‫د کړ ډولونه‪:‬‬

‫‪ )۱‬لېږند کړ )‪: (Transitive Verb‬‬


‫هغه کړ دی‪ ،‬چې تل په غونډله يا جمله کې له یو مفعول سره‬
‫راوړل کېږي‪ .‬هغه مفعول یو نوم‪ ،‬نومځری (ضمير) يا یو‬
‫‪.‬عبارت کېدای شي‪ .‬کړونه لکه خوړل‪ ،‬نيول‪ ،‬وهل‪ ،‬څښل‬
‫لېږند کړونه دي‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ )۱‬زه اوبه څښم‪( .‬دلته کړ څښم دی او مفعول يې اوبه دی)‬
‫‪ )۲‬هغه کبان نيسي‪ ( .‬دلته کړ نيسي دی او مفعول يې کبان‬
‫دی‪.‬‬
‫‪ )۳‬احمد زه ووهلم‪ ( .‬دلته کړ ووهلم دی او مفعول يې زه‬
‫دی)‬

‫‪43‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ )۴‬زه ډېرې خبرې نه شم کوالی‪ ( .‬دلته کړ " نه شم کوالی" دی‬


‫او ډېرې خبرې مفعول دی‪).‬‬
‫د مفعول اخیستو تر څنګ د لېږند کړ بله ځانګړنه دا ده چې‬
‫ځینې ځاني نومځري (زه‪ ،‬ته او ښځینه هغه) پر ما‪ ،‬تا او هغې‬
‫بدلېږي‪ ،‬کله چې د کړند‪/‬فاعل یا د مفعول په توګه په غونډله کې‬
‫راشي‬
‫په اوسمهال کې زه او ته پر ما او تا بدلېږي کله چې د یو‬
‫"مفعول" په توګه راشي‪.‬‬
‫لومړۍ بېلګه‪ :‬زما پالر ما نه وهي‪( .‬دلته ما د وهل مغعول دی)‬
‫دویمه بېلګه‪ :‬هغه جینۍ تا نه ویني‪( .‬دلته تا د لیدل مفهوم دی)‬
‫په تېرمهال کې بیا ما‪ ،‬تا او هغې (ښځینه) د کړند په توګه‬
‫کارېږي‪ ،‬نه د مغعول په توګه‪.‬‬
‫که لومړۍ بېلګه راواخلو او ساده بشپړ تېرمهال ته یې واړوو‪ ،‬نو‬
‫داسې راځي 'زما پالر زه ووهلم'‪ .‬دلته یانې ما پر زه بدل شوی‬
‫دی‪.‬‬
‫لومړۍ بېلګه‪ :‬ما هغه ونه لیده‪( .‬دلته ما د لیدل کړند دی او‬
‫مفعول یې هغه دی)‬
‫دویمه بېلګه‪ :‬تا زه ولې وواهلم؟ (دلته تا د وهل کړند دی او‬
‫مفعول یې زه دی‪) .‬‬

‫‪44‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫درېبمه بېلګه‪ :‬هغې ته ونه لیدې‪( .‬دلته هغې د لیدل کړند دی او‬
‫مفعول یې ته دی)‬
‫یادونه‪ :‬په تېرمهال کې ځاني نومځري (زه‪ ،‬ته‪ ،‬هغه‪ ،‬موږ‪ ،‬تاسو‪،‬‬
‫هغوی) د لېږند کړ معفعول ګرځي او په اوسمهال کې کړند‬
‫مفعول دوه ډوله دی چې دواړه له لېږند کړ سره په جمله کې‬
‫راوړل کېږي‪.‬‬

‫‪ )۱‬سيده مفعول )‪(Direct Object‬‬


‫‪ )۲‬ناسيده مفعول )‪(Indirect Object‬‬
‫سيده مفعول هغه دی چې ار کړ (اصلي مفعول) يې په مستقيمه‬
‫توګه اغېزمنوي‪ .‬په پورتنيو بېلګو کې مفعولونه سيده دي‪.‬‬
‫که لومړنۍ بېلګه (زه اوبه څښم) د شننې لپاره بيا راواخلو‪ ،‬نو‬
‫اوبه سيده مفعول او څښل ار يا ټوليز کړ دی‪.‬‬
‫ناسيده مفعول هغه دی چې په جمله کې له سيده مفعول سره‬
‫اړيکه لري‪ .‬ځينې ژبپوهان يې د سيده مفعول ترالسونی‬
‫(ر يسيپيېنټ) بولي‪ ،‬ځکه سيده مفعول ته رسېږي‪.‬‬
‫ځينې لېږند کړونه هم له سيده او هم له ناسيده مفعول سره‬
‫راوړل کېږي۔‬
‫ورکول‪ ،‬ښودل‪ ،‬پېرودل‪ ،‬کول او نور هغه کړونه‪ ،‬چې په "ول"‬
‫پای ته رسېږي‪.‬‬

‫‪45‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ )۱‬هغه ماته يوه ډالۍ راکړه‪( .‬دلته ' ماته' ناسيده مفعول دی او‬
‫'يوه ډالۍ سيده مفعول دی؛ او راکړه‪ ،‬چې د ورکولو ېرمهالي بڼه‬
‫ده‪ ،‬ار کړ دی)‪.‬‬
‫‪ )۲‬احمد ملګري ته د خپل ټولګي انځو وښود‪ ( .‬دلته ' خپل'‬
‫"ملګري ته " ناسيده مفعول دی او "د خپل ټولګي انځور"‬
‫سيده مفعول)‬

‫‪ )۲‬نالېږند کړ )‪:( Intransitive‬‬


‫هغره کړ دی چې بې لره کوم مفعول کرارول کېږي‪ ،‬لکره ژړېردل‪،‬‬
‫خنردېردل‪ ،‬والړېردل‪ ،‬وېرېردل او نور هغره کړونره چې پره ېردل يرا‬
‫کېردل پرای تره رسررررېږي‪ .‬ځينې کم بيرا پره ېردل نره پرايېږي لکره‬
‫ژړل‪،‬ختل‪ ،‬خندل‬

‫بېلګې‪:‬‬

‫‪ )۱‬زه ژاړم‪.‬‬
‫‪ )۲‬هغه پر هره خبره خاندي‪.‬‬
‫‪ )۳‬ننګيال سخت وډار شو‪.‬‬
‫‪ )۴‬هغه له ونې وغورځېد‪.‬‬

‫‪46‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه‪ ،‬نالېږند کړونه اکثر په‬


‫"ېدل" پای مومي او معتدي کړونه په "ول"‪ .‬په لومړني انځور‬
‫کې د دواړو بېلګې کتالی شئ‪:‬‬

‫لېږند‬ ‫ال زمې‬


‫خوښول‬ ‫خوښېدل‬
‫خوږول‬ ‫خوږېدل‬
‫لړزول‬ ‫لړزېدل‬
‫خبرول‬ ‫خبرېدل‬
‫سوځول‬ ‫سوځېدل‬
‫ګډول‬ ‫ګدېدل‬
‫ډېرول‬ ‫ډېرېدل‬
‫ځورول‬ ‫ځورېدل‬

‫ځينې نالېږند کړونه دي چې له ستاينومونو څخه يې ريښه‬


‫اخېستې وي‪ ،‬ډېرې ناکره کارول کېږي‪.‬‬

‫کره‬ ‫ناکره‬
‫سپکېږي‬ ‫سپک کېږي‬
‫مينېږي‬ ‫مين کېږي‬
‫زړېږي‬ ‫زوړ کېږي‬

‫‪47‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫کلک کېږي‬
‫کلکېږي‬

‫‪ )۳‬چار کړ‪:‬‬
‫دا هغره کړ دی چې د نرالېږنرد کړ پره څېر کوم مفعول نره اخلي‪ ،‬خو‬
‫د لېږنرد کړ غونردې يې کړنرد (فراعرل) پره اوښررررتي اکر (مغيره‬
‫حرالرت) کې راځي‪ ،‬يرانې کره چېرې کړنرد يو نوم وي بيرا زور پر‬
‫"ې" اوړي‪" ،‬ی" او "ي" پر "ۍ"‪ ،‬او که کړند يې نومځری وي‪،‬‬
‫بيا زه‪ /‬ته‪ /‬هغه (ښځينه) پر ما‪/‬تا‪/‬هغې اوړي‪.‬‬
‫د چارکړ بېلګې‪:‬‬
‫ويل‪ ،‬ژړل‪ ،‬خندل‪ ،‬لمبل‬
‫لکه‪ :‬ما‪/‬تا‪/‬هغې ‪ .....‬ولمبل‪ ،‬وويل‪ ،‬وخندل او داسې نور‬
‫یا ښځینه ‪ +‬ې ‪ +‬چارکړ لکه‪ :‬نجیبې وخندل‪/‬وویل ‪ ....‬دلته‬
‫نجیبه پر نجیبې اوښتی‪.‬‬

‫‪48‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫مرستيال کړ‪:‬‬
‫مرستيال کړ هغه کړ دی چې په يوه غونډله کې تل د يو ار کړ‬
‫(اصلي فعل) بدرګه کوي او د دوی ښکارندو يي کوي‪ .‬دوی ارو‬
‫کړونو ته ګرامري او دنديزه (فنکشنل) مانا ورزياتوي‪.‬‬
‫دوی په جمله کې يواځې نه شي راتالی‪ .‬که راشي‪ ،‬نو کومه مانا‬
‫نه ورکوي‪.‬‬

‫يوه بېلګه‪:‬‬
‫مرا ډوډۍ خوړلې ده‪ ← .‬دغره غونرډلره کې ار کړ "خوړلې" دی او‬
‫مرستيال کړ "ده" دی‪.‬‬
‫ما ډوډۍ خوړلې وه‪ ← .‬وه مرستيال کړ‬

‫د پښتو مرستيال کړونه‪:‬‬


‫به‪:‬‬
‫‪ .۱‬راتلونکي مهال ته اشاره کوي او هوډ او پرېکړو لپاره راځي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫* زه به راشم‪( .‬راشم ار کړ دی او به مرستيال کر)‬
‫* زه به ډوډۍ وخورم‪ ( .‬وخورم ار کړ دی)‬
‫* زه به خامخا راځم‪ ( .‬راځم ار کړ دی)‬

‫‪49‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ .۲‬په تېرمهال کې هغو کړنو ته اشاره کوي‪ ،‬چې ناشونتيا ښيي‪.‬‬


‫بېلګې‪:‬‬
‫* ما به دا کار کړی وای‪ ،‬خو ستړی وم‪.‬‬
‫* هغه به درغلی وای‪ ،‬خو تا خوابدی کړی و‪.‬‬

‫‪ .۳‬يو ګمان يا انګېرنې لپاره راځي‪.‬‬


‫بېلګې‪:‬‬
‫* دا ځمکه لنده ده‪ .‬باران به ورېدلی وي‪.‬‬
‫* اتل به په کارونو کې بوخت وي‪ ،‬ځکه چې اړيکه کمه نيسي‪.‬‬

‫ول‪:‬‬
‫هغه کړ دی چې شتون مانوي‪ .‬دا له ار کړ سره په تېرمهال او‬
‫راتلونکي مهال کې مرسته کوي‪ .‬د تېرمهال په ځینو بڼو کې 'ول'‬
‫خپل شکل بدلوي‪.‬‬
‫"ول" )‪ (Be‬يوازېنی مرسرتيال کړ دی چې په اوسرمهال او سراده‬
‫تېرمهال کې د ار کړ په توګه هم راځي‪ .‬لکه " زه خوشاله يم"‬
‫(اوسررمهال) او "زه خوشرراله وم" (تېر مهال) ← ار کړ هغه کړ‬
‫دی چې په غونډله کې يواځې راتالی شي او يوه مانا هم ورکوي‪.‬‬

‫‪50‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫په تېرمهال کې د "ول" اوړون‪:‬‬


‫وم‪ ،‬وې‪ ،‬و‪ ،‬وه‪ ،‬وو‪ ،‬وئ‪ ،‬وو (ول)‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫* هغه نه و راغلی‪( .‬راغلی ار کړ دی او و مرستيال کړ)‬
‫* هغوی هلته تللي وو‪( .‬تللي ار کړ دی او وو مرستيال کړ)‬
‫په ارماني‪ ،‬شرطي‪ ،‬توصيفي يا هم (فرضي) او ګوماني تېرمهال‬
‫کې "ول" خپله بڼه پر "وای" يا پر "وي" بدلوي‪" .‬وي" يوازې‬
‫ګماني تېرمهال کې راځي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫* کاش زه هلته وای‪( .‬ارماني)‬
‫* که زه راغلی وای‪ ،‬ښه به وای‪( .‬شرطي)‬
‫* هغه به درغلی وي‪ ،‬خو تا به نه وي لېدلی‪( .‬ګوماني)‬
‫بايد‪:‬‬
‫فرض‪ ،‬پياوړی وړانديځ او پياوړې سپارښتنه څرګندوي‪.‬‬
‫* زه بايد دغه کار وکړم‪( .‬فرض)‬
‫* ته بايد راغلی وای‪( .‬فرض)‬
‫* ته بايد ډېر درس ووايې‪ ،‬ګنې ناکامېږې‪( .‬پياوړی وړانديځ)‬
‫* ته بايد دغه فلم وګورې‪ .‬ډېر خوند کوي‪(.‬پياوړي سپارښتنه)‬

‫‪51‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫شول‪:‬‬
‫په دې مرستيال کړ موږ يو توان يا يوه پېښه څرګندوو او کله نا‬
‫کله په بشپړتېرمهال کې د "کېدل" پر ځای راځي‪.‬‬
‫توان په اوسمهال کې‪:‬‬
‫* زه دغه کار کوالی شم‪.‬‬
‫* هغه لوړ ټوپونه اچوالی شي‪.‬‬
‫جوړښت‪ :‬کړ‪+‬ای ‪ +‬د شول اوړون په اوسمهال کې ( شم‪ /‬شې‬
‫‪ /‬شي‪ /‬شو‪ /‬شئ‪ /‬شي)‬
‫توان په تېرمهال کې‪:‬‬
‫* ما دغه کار کوالی شو‪.‬‬
‫* هغه لوړ ټوپونه اچوالی شول‪.‬‬
‫جوړښت‪ :‬کړ ‪ +‬ای ‪ +‬د شول اوړون په نابشپړ تېرمهال کې (‬
‫شو‪ /‬شول‪ /‬شوه‪ /‬شوې)‪.‬‬
‫شول په اوسمهال کې پېښه نه شي څرګندوالی‪ .‬هغه د "کېدل"‬
‫په مرسته کېږي‪ ،‬لکه‪:‬‬
‫'' يو څه بد پېښېږي''‪( .‬پېښ ‪ +‬کېدل)‬
‫په تېرمهال کې بيا شول پېښه څرګندوالی شي‪.‬‬
‫* پرون يوه چاودنه وشوه‪.‬‬
‫* نن سهار ډېر باران وشو‪.‬‬
‫‪52‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫شول په بشپړ تېرمهال کې د ''کېدل'' پر ځای راځي‪.‬‬


‫هغو نالېږند کړونو لپاره چې ريښې يې له ستاينومونو يا له ځينو‬
‫نومونو اخيستې وي لکه‪:‬‬
‫سړېدل‪ ،‬خفه کېدل‪ ،‬پخېدل‪ ،‬ډارېدل‪ ،‬زړېدل او داسې نور‬
‫* هغه وډار شو‪.‬‬
‫* هغوی ډېر خفه شول‪.‬‬
‫* اوبې سړې شوې‪.‬‬
‫جوړښت‪ :‬نوم ‪ /‬ستاينوم ‪ +‬د شول اوړون په بشپړ تېرمهال‬
‫کې‪.‬‬

‫يادونه ‪:‬‬
‫که ال زمي کړ له بل ويي ريښه نه وي اخيستې لکه‪:‬‬
‫لمبېدل‪ ،‬غورځېدل او داسې نور بيا د شول کومه بڼه نه پکې‬
‫راځي لکه‬
‫هغه المبو شو‪ ( .‬ناسم )‬ ‫* هغه ولمبېده‪ ( .‬سم )‬
‫زه غورځېد شوم ( ناسم )‬ ‫* زه وغورځېدم‪ ( .‬سم )‬

‫‪53‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫کېدل‪:‬‬
‫يوازې په بېچاره(مجهول) جمله کې د مرستيال کړ په توګه‬
‫کارول کېږي ‪ .‬بېچاره جمله هغه ده چې فاعل پکې‬
‫سم څرګند نه وي‪.‬‬
‫جمله کې د مرستيال کړ په توګه‪:‬‬
‫* هره ورځ انسانان وژل کېږي‪.‬‬
‫* بريالی کېدل ګرانه نه ده‪ ،‬که کوښښ وکړې‪.‬‬

‫وي‪:‬‬
‫یاد کړ په بېالبېلو حالتونو کې کارېږي‪:‬‬

‫د شونتیا (امکان) څرګندولو لپاره‪:‬‬


‫بېلګه‬
‫که چېرې باران وي‪ ،‬نو بیا ښا رته نه شو تلالی‪.‬‬
‫که داسې وي‪ ،‬نو بیا سمه ده‪.‬‬
‫که چېرې هغه د رياضي استاد وي‪ ،‬نو د دې سوال حلول اسان‬
‫کار دی‪.‬‬

‫‪54‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د یو شرط څرګندولو لپاره‪:‬‬


‫بېلګه‪:‬‬
‫که احمد دغه کار کړی وي‪ ،‬نو اړیکې ورسره پرې کړه‪.‬‬

‫د ګومان څرګندولو لپاره‪:‬‬


‫بېلګه‪:‬‬
‫دا ځمکه ډېره لنده ده‪ .‬ښایي پرون شپه ډېر باران ورېدلی وي‪.‬‬
‫دا ور خالص دی‪ .‬هسې نه چې غله راغلي وي‪.‬‬

‫د ټینګار څرګندولو لپاره‪:‬‬


‫بېلګه‪:‬‬
‫دا دې همدلته وي‪ .‬مه یې لیرې کوه‪.‬‬
‫که غريب وي او که خان وي‪ ،‬خو بايد وستايل شي‪.‬‬
‫که هغه هلته هم وي‪ ،‬خو ته به مېلې ته راځې‪.‬‬

‫د پېرزوینې او هیلې څرګندولو لپاره‪:‬‬


‫بېلګه‪:‬‬
‫ژوندی دې وي افغانستان!‬

‫‪55‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د ټولو دې دغه لویه خوشالي مبارک وي!‬


‫دا به د خوښۍ وړ خبر وي چې زموږ جرګه ومني‪( .‬هیله(‬
‫څنګه به نه وي خوشاله چې خدای هر څه ورکړي دي‪.‬‬

‫د یو وړاندیځ څرګندولو لپاره‪:‬‬


‫بلېلګه‪:‬‬
‫دا به ښه وي چې ته پخپله ورشې او دا خبره ورسریه سپینه‬
‫کړې‪.‬‬

‫هغه کړنې چې په راتلونکي تر یو ټاکلي یا اټکل شوي وخت‬


‫پورې بشېړې شي‪:‬‬
‫بېلګه‪:‬‬
‫ته چې رارسېږې‪ ،‬ما به دغه کار ختم کړی وي‪.‬‬

‫طبعي حقایق لپاره‪:‬‬


‫بېلګه‪:‬‬
‫اوسپنې په غرونو کې وي‪.‬‬
‫دلته په اوړي کې ګرمي کمه وي‪.‬‬

‫‪56‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫دا لچۍ نه ده‪ .‬د لچۍ پاڼې تر دې لویې وي‪.‬‬


‫مرګ حق دی‪ ،‬که څوک خوښ وي او که ناخوښ‪.‬‬

‫تمرين‪:‬‬
‫په الندېنيو غونډلو کې ار کړ او مرستيال کړ په نښه کړئ او‬
‫دواړو لپاره دوه بېل رنګونه د اسانتيا لپاره وکاروئ‪.‬‬
‫‪ .۱‬زه کور ته ځم‪.‬‬
‫‪ .۲‬ما لږه ډوډۍ وخوړه‪.‬‬
‫‪ .۳‬ما هغه ته وويل چې دلته راشي‪.‬‬
‫‪ .۴‬زه ستړی يم‪ ،‬ځکه چې ډېر کار مې کړی دی‪.‬‬
‫‪ .۵‬زما ملګري دغه کتاب په يوه اوونۍ کې ولوست‪.‬‬
‫‪ .۶‬زه به دغه کار ترسره کړم‪.‬‬
‫‪ .۷‬احمد کوالی شول چې راشي‪.‬‬
‫‪ .۸‬هغه خوشاله و‪.‬‬

‫‪57‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ستاينوم‬

‫دا هغه کليمه ده چې د نومونو اکر او څرنګوالی تشريحوي‬


‫لکه‪:‬‬
‫ښکلی‪ ،‬کوچنی‪ ،‬نری‪ ،‬ستر‪ ،‬لوی‪ ،‬سور‪ ،‬تور‪ ،‬ناسم‪ ،‬او داسې‬
‫نور‪ .‬ستاينوم د '' څنګه دی‪/‬ده‪/‬دي؟'' پوښتنه ځوابوي‪.‬‬
‫په پښتو کې ستاينوم د نوم له نوږي (جنس) او شمېر (عدد)‬
‫سره برابرېږي‪.‬‬

‫بېلګه‪:‬‬
‫* احمد يو هلک دی‪ ← .‬که دغه غونډلې ته سرتاينوم "ښکلی"‬
‫ورزيات کړو‪ ،‬نو بيا داسې راځي‪.‬‬
‫'' احمد يو ښکلی هلک دی''‪.‬‬
‫دلته هلک نرينه يوګړی دی‪ ،‬نو ښکلی په نرمه "ی" ليکل‬
‫کېږي‪ .‬که د يوې جينۍ خبره وکړو‪ ،‬بيا ښکلی پر ښکلې بدلېږي‬
‫لکه‪:‬‬
‫'' موسکا يوه ښکلې جينۍ ده''‪.‬‬

‫‪58‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د ستاينوم ډولونه‪:‬‬
‫د موقيعت له مخې دوه ډوله دی‪.‬‬
‫‪ .۱‬برستاينوم ‪ -‬تر نوم مخکې راځي‪:‬‬
‫* يوه ښکلې ښځه راغله‪( .‬ښکلې تر نوم مخکې راغلی)‬
‫* دا سور ګاډی زما دی‪.‬‬

‫‪ .۲‬لرستاينوم ‪ -‬تر نوم وروسته راځي‪:‬‬


‫* دغه سړی رښتينی دی‪ ( .‬رښتينی تر سړي وروسته راغلی)‬
‫* هغه ګاډی سور دی‪( .‬سور تر ګاډي وروسته راغلی)‬

‫د نوږي (جنس) اوشمير نوم (عدد) له مخې د ځينو ستاينومونو‬


‫اوړون‪.‬‬
‫‪ .۱‬د هغو ستاينومونو نرينه بڼه چې په يو بېواک غږ پای ته‬
‫رسېږي‪ ،‬په يو او ډېرګړي (مفرد‪+‬جمع) کې يو ډول پاتې کېږي يا‬
‫په بله وينا‪ ،‬نه بدلېږي‪ .‬خو ښځينه بڼه يې په دواړو حالتونو‬
‫کې (يو اوډېرګړی) کې بدلېږي‪.‬‬
‫د سکالو رڼاوي (وضاحت) لپاره يوه بېلګه‪ ،‬چې څنګه په بېواک‬
‫غږ پای ته رسېدونکې ستاينومونه د نرينه بڼې لپاره نه بدلېږي‬
‫او ښځينه لپاره بدلېږي‪.‬‬
‫‪59‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫فرمول‪:‬‬
‫نرينه يوګړی‪ :‬ار (اصلي) حالت‬
‫نرينه ډېرګړی‪ :‬ار حالت‬
‫ښځينه يوګړی‪ :‬ار حالت ‪ +‬ه‬
‫ښځينه ډېرګړی‪ :‬ار حالت ‪ +‬ې‬

‫که "سم" د بېلګې په توګه راواخلو‪:‬‬


‫نرينه يوګړی‪ :‬سم (لکه‪ :‬سم ځواب)‬
‫نرينه ډېرګړی‪ :‬سم (لکه‪ :‬سم ځوابونه)‬
‫ښځينه يوګړی‪ :‬سمه ( لکه‪ :‬سمه خبره)‬
‫ښځينه ډېرګړی‪ :‬سمې ( لکه‪ :‬سمې خبرې)‬

‫دوې معلومې استثناوې‪:‬‬


‫(نرينه ډېرګړی پر شنه بدلېږي)‬ ‫‪ .۱‬شين‪:‬‬
‫(نرينه ډېرګړی په تراخه بدلېږي)‬ ‫‪ .۲‬تريخ‪:‬‬
‫نورې بېلګې‪:‬‬

‫ښځينه ډېر‬ ‫ښځينه يو‬ ‫نرينه ډېر‬ ‫نرينه يو‬


‫سترې‬ ‫ستره‬ ‫ستر‬ ‫ستر‬
‫خوښې‬ ‫خوښه‬ ‫خوښ‬ ‫خوښ‬

‫‪60‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫لوړې‬ ‫لوړه‬ ‫لوړ‬ ‫لوړ‬


‫تورې‬ ‫توره‬ ‫تور‬ ‫تور‬
‫کلکې‬ ‫کلکه‬ ‫کلک‬ ‫کلک‬
‫ويښې‬ ‫ويښه‬ ‫ويښ‬ ‫ويښ‬

‫‪ :۲‬په زورکي (چې يوازېنی خپلواک غږ دی) پای ته رسېدونکي‬


‫ستاينومونه هم په نرينه يو او ډېرګړي کې يو شان‬
‫پاتې کېږي‪ ،‬لکه‪:‬‬
‫ښه‪ ،‬ويده‪ ،‬سپېره‪ ،‬تېره داسې نور‬
‫ښه ‪ /‬ويده ‪ /‬سپېره (په پښتونخوا کې ۀ)‬ ‫نرينه يوګړی‪:‬‬
‫ښه ‪ /‬ويده ‪ /‬سپېره (په پښتونخوا کې ۀ)‬ ‫نرينه ډېرګړی‪:‬‬
‫ښه ‪ /‬ويده ‪ /‬سپېره‬ ‫ښځينه يوګړی‪:‬‬
‫ښې ‪ /‬ويدې‪ /‬سپېرې‬ ‫ښځينه ډېرګړی‪:‬‬

‫که چېرې په هغه ستاينوم کې‪ ،‬چې په بېواک غږ پای ته رسېدلی‬


‫وي‪ ،‬تر بېواک غږ مخکې اوږد يا لنډ "واو" راغلی وي‪ ،‬نو په‬
‫هغوی کې د يوې ډلې نرينه ډېرګړی (مذکر جمع) بدلېږي او بله‬
‫ډله يې بيا پورتنۍ (لومړۍ قاعدې) پورې اړه لري‪ .‬د هغې ډلې‪،‬‬
‫چې نرينه ډېرګړی يې بدلېږي‪" ،‬و" پکې پر "ا" اوړي او په پای‬
‫کې يې زورکی "ه" راځي‪ .‬که د "خوږ (شر ين) بېلګه راواخلو‪:‬‬

‫‪61‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫"ږ" يو بېواک غږ دی او تر "ږ" مخکې اوږد و راغلی‪ .‬دلته که‬


‫د خوږ نرينه جمع ليکل وغواړو‪ ،‬نو خواږه راځي‪ .‬دلته و پر ''ا''‬
‫اوښتی او په پای کې يې زورکی راغلی‪ .‬ستاينومونه دا الندېني‬
‫دي‪.‬‬

‫ښځينه ډېر‬ ‫ښځينه يو‬ ‫نرينه ډېر‬ ‫نرينه يو‬


‫زړې‬ ‫زړه‬ ‫زاړه‬ ‫زوړ‬
‫وړې‬ ‫وړه‬ ‫واړه‬ ‫ووړ‬
‫لندې‬ ‫لنده‬ ‫النده‬ ‫لوند‬
‫کږې‬ ‫کږه‬ ‫کاږه‬ ‫کوږ‬
‫مړې‬ ‫مړه‬ ‫ماړه‬ ‫موړ‬
‫سړې‬ ‫سړه‬ ‫ساړه‬ ‫سوړ‬
‫رڼې‬ ‫رڼه‬ ‫راڼه‬ ‫روڼ‬
‫ړندې‬ ‫ړنده‬ ‫ړانده‬ ‫ړوند‬
‫کڼې‬ ‫کڼه‬ ‫کاڼه‬ ‫کوڼ‬
‫پخې‬ ‫پخه‬ ‫پاخه‬ ‫پوخ‬
‫خورې‬ ‫خوره‬ ‫خواره‬ ‫خور‬
‫پرتې‬ ‫پرته‬ ‫پراته‬ ‫پروت‬
‫درنې‬ ‫درنه‬ ‫درانه‬ ‫درون‬
‫درندې‬ ‫درنده‬ ‫درانده‬ ‫دروند‬

‫‪62‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫دوه ورته ستاينومونه‪ ،‬چې داسې نه اړول کېږي سور (رنګ) او‬
‫تود (ګرم) دي‪.‬‬

‫ښځينه ډېر‬ ‫ښځينه يو‬ ‫نرينه ډېر‬ ‫نرينه يو‬


‫سرې‬ ‫سره‬ ‫سره‬ ‫سور‬
‫تودې‬ ‫توده‬ ‫تاوده‬ ‫تود‬

‫دويمه ډله چې لومړنۍ قاعدې پورې اړه لري‪ ،‬يانې نرينه يو او‬
‫ډېروګړی يې يو شان پاتې کېږي‪.‬‬

‫ښځينه ډېر‬ ‫ښځينه يو‬ ‫نرينه ډېر‬ ‫نرينه يو‬


‫تورې‬ ‫توره‬ ‫تور‬ ‫تور‬
‫لویې‬ ‫لويه‬ ‫لوی‬ ‫لوی‬
‫ډوبې‬ ‫ډوبه‬ ‫ډوب‬ ‫ډوب‬
‫جوړې‬ ‫جوړه‬ ‫جوړ‬ ‫جوړ‬
‫روغې‬ ‫روغه‬ ‫روغ‬ ‫روغ‬
‫سمسورې‬ ‫سمسوره‬ ‫سمسور‬ ‫سمسور‬

‫‪63‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلښتي ستاينومونه‪:‬‬

‫‪ .۱‬له کړونو رغېدلي‪:‬‬


‫(له دردول)‬ ‫* دردوونکی‬
‫(له خواشينول)‬ ‫* خواشينوونکی‬
‫(له زړه وړلو څخه)‬ ‫* زړه ورونکی‬
‫(له ځلېدلو حخه)‬ ‫*ځلېدونکی‬

‫‪ .۲‬له نومونو رغېدلي‪:‬‬


‫* ستونزمن ( ستونزه ‪ +‬من وروستاړی)‬
‫* مانيز‪( :‬مانا ‪ +‬يز وروستاړی)‬
‫* بېخونده‪ ( :‬بې مختاړی ‪ +‬خوند) او داسې نور‬
‫يادونه‪ :‬له نومونو رغېدلي ستاينومونه نور د مختاړو او‬
‫وروستاړو په برخه کې وګورئ‪.‬‬
‫د ستاينومونو درجې‪:‬‬
‫* ټوليز (عادي) ستاينوم ← يوازې ستاينوم‬
‫لکه‪ '' :‬دا ښه هلک دی''‪.‬‬
‫* پرتليز ستاينوم ← تر‪ .......‬ال ‪ /‬ډېر ‪ +‬ستاينوم‬
‫لکه‪ '' :‬دی تر تا ال ښه دی''‪.‬‬
‫* تفصيلي ستاينوم ← خورا ‪ /‬تر ټولو ‪ +‬ستاينوم‬

‫‪64‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫لکه‪ '' :‬دا تر ټولو ‪ /‬خورا ښه فلم دی''‪.‬‬


‫تمرين‪:‬‬
‫په ال ندېنيو غونډلو کې ستاينوم ه نښه کړئ‪.‬‬
‫يادونه‪:‬‬
‫''په يوه غونډله کې تر يو ډېر ستاينومونه راتالی شي''‪.‬‬
‫‪ .۱‬دا ډېر ګاللی ماشوم دی‪.‬‬
‫‪ .۲‬سپينغر د وطن يو هسک غر دی‪.‬‬
‫‪ .۳‬دا يوه ښکلې جينۍ ده‪.‬‬
‫‪ .۴‬دغه يو ستونزمن کار دی‪.‬‬
‫‪ .۵‬دومره زړه راښکونکې سندره ما تر اوسه نه وه اورېدلې‪.‬‬
‫‪ .۶‬هغه تل بېسوله خبرې کوي‪.‬‬
‫‪ .۷‬خالد يو غوسناک هلک دی‪.‬‬
‫‪ .۸‬الله (ج) ترهر څه ځواکمن دی‪.‬‬
‫‪ .۹‬د ده زوی زښت نيازبين دی‪.‬‬
‫‪ .۱۰‬احمد شا بابا يو زړور پاچا و‪.‬‬
‫‪ .۱۱‬پرون ترغاک (طوفان) يوه نرۍ ونه ماته کړه‪.‬‬
‫‪ .۱۲‬موږ په يو سولييز او پرمختللي هېواد کې ژوند کول غواړو‪.‬‬
‫‪ .۱۳‬مړ هم پښتون دی او پړ هم‪.‬‬
‫‪ .۱۴‬ژوندی دې وي افغانستان‪.‬‬

‫‪65‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫په پښتو کې نابدلېدونکي ستاينومونه (صفتونه)‪:‬‬


‫نابدلېدونکی ستاينوم هغه دی چې د نورو ستاينومونو په څېر د‬
‫نوم له نوږي (جنس) او شمېر سره نه برابر ېږي‪ .‬په لنډه وینا‪ ،‬د‬
‫دوی بڼه نه بدلېږي‪.‬‬
‫ياد ستاينومونه په پښتو کې هغه دي چې يا په زور "ه"‪ ،‬په‬
‫څرګنده يې "ي" او يا په ''الف" پايېږي‪.‬‬
‫د زور بېلګې‪ :‬تکړه‪ ،‬ښایسته‪ ،‬تازه‪ ،‬خفه‪...‬‬
‫يوه بېلګه د رڼاوي لپاره‪:‬‬
‫* يو تکړه هلک‬
‫* يوه تکړه جينۍ‬
‫* ډېر تکړه هلکان‬
‫* ډېرې تکړه نجونې‬
‫د څرګندې "ي" بېلګې‪ :‬شمالي‪ ،‬ډولي‪ ،‬برېښنایي‪ ،‬نشیي‪...‬‬
‫يوه بېلګه د رڼاوې لپاره‪:‬‬
‫يو ډولي هلک‬
‫يوه ډولي جينۍ‬
‫ډېر ډولي هلکان‬
‫ډېرې ډولي نجونې‬

‫‪66‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د الف بېلګې‪ :‬بېړا‪ ،‬هوسا‪ ،‬سفا‬


‫يوه بېلګه د رڼاوي لپاره‪:‬‬
‫يو هوسا ځای‪.‬‬
‫ډېر هوسا ځايونه‪.‬‬
‫يوه هوسا سيمه‪.‬‬
‫ډېرې هوسا سيمې‪.‬‬

‫‪67‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫نومځری‪:‬‬
‫نومځری هغه کلمه ده چې د نومونو استازيتوب کوي‪ ،‬که هغه د‬
‫انسانانو‪ ،‬ژويو يا شيانو وي‪ .‬دغه کليمه په غونډله کې د نوم د‬
‫تکرار مخه نيسي‪.‬‬
‫‪ .۱‬پياوړی ځاني نومځری‪ :‬په جمله کې کړند څرګندوي‪:‬‬
‫لومړی تن يوګړی‪ :‬زه ‪ /‬زما‬ ‫*‬
‫دويم تن يوګړی‪ :‬ته ‪ /‬تا‬ ‫*‬
‫درېيم تن يوګړی نرينه‪ :‬هغه ‪ /‬دی‬ ‫*‬
‫درېيم تن يوګړی ښځينه‪ :‬هغه ‪ /‬دا‬ ‫*‬
‫لومړی تن ډېرګړی‪ :‬موږ‬ ‫*‬
‫دويم تن ډېرګړی‪ :‬تاسو‬ ‫*‬
‫درېيم تن ډېرګړی‪ :‬هغوی ‪ /‬دوی‬ ‫*‬

‫‪ .۲‬کمزوری ځاني نومځری‪:‬‬


‫ډېرګړی‬ ‫يوګړی‬
‫مو‬ ‫مې‬
‫مو‬ ‫دې‬
‫يې‬ ‫يې‬

‫‪68‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫(دا زما کور دی)‬ ‫دا مې کور دی‬


‫(دا زموږ کورونه دي)‬ ‫دا مو کورونه دي‬
‫(دا ستا کور دی؟)‬ ‫دا دې کور دی؟‬
‫(دا ستاسو کورونه دي؟)‬ ‫دا مو کورونه دي؟‬
‫(دا د هغه کور دی)‬ ‫دا يې کور دی‪.‬‬
‫( دا د هغوی کورونه دي)‬ ‫دا يې کورونه دي‪.‬‬

‫یادونه‪" :‬دې" په پښتو کې په نورو بېالبېلو حالتونو کې هم‬


‫کارېږي‪.‬‬
‫لومړی حالت‪ :‬د "ته‪/‬تا" نومځري استازیتوب کوي‬
‫دا کار دې ولې وکړ؟ (یانې "تا" دغه کار ولې وکړ؟)‬
‫دا به دې هسې ویلي وي‪( .‬یانې "تا" به دا هسې ویلي وي)‬

‫دویم حالت‪ :‬د تولنومځري "ستا" استازیتوب کوي‬


‫دا دې ورور دی؟ (یانې دا "ستا" ورور دی؟)‬
‫ورور دې رانغی‪( .‬یانې "ستا" ورور رانغی)‬

‫درېیم حالت‪ :‬د یوې یادې خبرې‪/‬یاد څیز استازیتوب کوي‬


‫په دې کې ګوتې مه وهه‪ ( .‬یانې په یو یاد کار یا خبره)‬
‫په دې اړه ستا اند څه دی؟ (د یوې خبرې په اړه اند پوښتل)‬

‫‪69‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫څلورم حالت‪ :‬د نغوتې یا اشارې نومځري "دغه" استازیتوب‬


‫کوي‬
‫په دې کور کې یوه بوډۍ اوسېږي‪( .‬یانې په دغه کور کې ‪)...‬‬
‫د دې سیمې نوم څه دی؟ (یانې د دغې سیمې نوم‪)..‬‬

‫پنځم حالت‪ :‬د ښځینه نومځري "هغې" په توګه راځي‬


‫دې ما ته هېڅ نه دي ویلي‪( .‬یانې هغې ما ته هېڅ نه دي ویلي)‬
‫ما له نجیبې څه وپوښتل‪ ،‬خو دې ځواب رانکړ‪( .‬یانې هغې‬
‫ځواب رانکړ)‬

‫شپږم حالت‪ :‬د ټینګار لپاره‬


‫هغه دې دلته نه راځي‪( .‬یانې باید لته رانشي)‬
‫دغه کار دې وشي‪( .‬یانې باید دغه کار وشي)‬

‫اووم حالت‪ :‬دعایي‪ ،‬غوښتني یا د مبارکۍ په حالتونو کې‬


‫‪:‬بېلګې‬
‫!اختر دې مبارک شه‬
‫!خدای دې تا ژوندی لري‬

‫‪70‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ .۳‬د تول يا څښتنوالي نومځری‪:‬‬


‫زما‪ ،‬ستا‪ ،‬د هغه‪ /،‬دده‪ ،‬د هغې ‪ /‬ددې‪ ،‬زموږ‪ ،‬ستاسې‪ ،‬د‬
‫هغوی‪ /‬د دوی‬
‫‪ .۴‬مفعولي نومځری‪:‬‬
‫√ سيده مفعولي نومځری )‪: (Direct Object‬‬
‫ځاني نومځری هم د سيده مفعول په توګه کارول کېږي‪ .‬سيده‬
‫مفعول هغه دی‪ ،‬چې ار کړ (اصلي مفعول) يې په مستقيمه توګه‬
‫اغېزمنوي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫خوشال زه ووهلم‪ ← .‬خوشال دلته فاعل دی ‪ /‬زه يو سيده‬ ‫*‬
‫''ووهلم'' يې په مستقيمه توګه‬ ‫مفعول دی‪ ،‬چې ار کړ‬
‫اغېزمنوي‪.‬‬
‫* هغه موږ وروسته خبر کړو‪.‬‬
‫هغه او موږ دواړه ځاني نومځري کېدای شي‪ ،‬نو دې ته به ګورو‬
‫چې کړنه يانې ''خبرول'' دلته څوک ترسره کوي‪ .‬دلته هغه فاعل‬
‫دی‪ ،‬نو ځاني نومځری دی او موږ سيده مفعول‪ ،‬دا چې ار کړ‬
‫''خبر کړو '' يې اغېزمنوي‪.‬‬

‫‪71‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫√ ناسيده مفعولي نومځری )‪:(Indirect Object‬‬


‫ماته‪ ،‬تاته‪ ،‬هغه ‪ /‬ده ته‪ ،‬هغې ‪ /‬دې ته‪ ،‬موږ ته‪ ،‬تاسوته‪ ،‬هغوی‪،‬‬
‫دوی ته‪ .‬چې له ځاني نومځري سره "ته " سربل وي‪ ،‬نو ناسيده‬
‫مفعولي نومځری ترې جوړوي‪.‬‬
‫ناسيده مفعول په غونډله کې له سيده مفعول سره اړيکه لري‪.‬‬
‫ځينې ژبپوهان يې د سيده مفعول ترالسونی بولي‪ ،‬ځکه چې‬
‫ناسیده مفعول ته رسېږي‪.‬‬
‫بېلګه‪:‬‬
‫* هغه ما ته يو کتاب راکړ ← "هغه" يو ځاني نومځری دی او‬
‫"ماته" ناسيده مفعول‪ .‬په دغه جمله کې يو کتاب سيده مفعول‬
‫دی چې ناسيده مفعول "ماته" رسېږي‪.‬‬

‫‪ .۵‬پوښتنومځری‪ :‬څوک‪ ،‬چا‪ ،‬کوم‬


‫درې واړه هم ځاني نومځري او هم سيده مفعولي نومځري کېدای‬
‫شي‪ .‬همدارنګه ناسيده مفعولي هم کېدای شي‪ ،‬که " ته"‬
‫سربل ورزيات شي‪.‬‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫← دلته "څوک" کړند دی‪.‬‬ ‫* څوک راغی؟‬

‫‪72‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫← دلته "څوک" سيده مفعول دی‪.‬‬ ‫* څوک يې وواژه؟‬


‫← "چا" دلته کړند دی‪.‬‬ ‫* چا دغه کار وکړ؟‬
‫← " چا ته " دلته ناسيده مفعول دی‪.‬‬ ‫* هغه چا ته وويل؟‬

‫‪ .۶‬د نغوتي (اشارې) نومځری‪:‬‬


‫څيزونو‪ ،‬انسانانو‪ ،‬ژويو يا ځايونو ته نغوته کوي‪.‬‬
‫دغه (دغې)‪ ،‬دغو (همدا)‪ ،‬همدې‪ ،‬دې‪ ،‬همدوی‪ ،‬دوی‪ ،‬همده او‬
‫داسې نور‬
‫يادونه‪:‬‬
‫د نغوتې نومځري د ځاني نومځرو غوندې په اوښتي اکر (مغيره‬
‫حالت) کې بدلېږي‪.‬هغه بيا د ژبدوديزو پېرونو په څپرکي کې‬
‫وګورئ‪.‬‬

‫‪ .۷‬اړيکنومځری‪:‬‬
‫چې ‪ -‬دغه نومځری دوې جملې سره تړي‪.‬‬
‫بېلګه‪ :‬دا هغه سړی دی چې ما درته یاداوه‪.‬‬

‫‪73‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د "چې" ناسمه کارونه‪:‬‬


‫په خپلواکو غونډلو کې د "چې" پر ځای د "کوم چې"‪" ،‬چا ‪/‬‬
‫څوک چې"‪ ،‬چېرته چې‪ ،‬او تر څو کارونه ناسمه ده‪.‬‬
‫د " کوم چې" پر ځای يوازې "چې" کارول‪:‬‬
‫ناکره‪ :‬هغه انځور دې په ياد دی کوم چې ما درته ښوولی و‪.‬‬
‫کره‪ :‬هغه انځور دې په ياد دی چې ما درته ښوولی و‪.‬‬

‫د "چا ‪ /‬څوک چې " پر ځای يوازې "چې" کارول‪:‬‬


‫ناکره‪ :‬دا هغه سړی دی چا چې ډېر جرمونه کړي دي‪.‬‬
‫کره‪ :‬دا هغه سړی دی چې ډېر جرمونه يې کړي دي‪.‬‬
‫ناکره‪ :‬رونالډو هغه لوبغاړی دی څوک چې ټوله نړۍ پېژني‪.‬‬
‫کره‪ :‬رونالډو هغه لوبغاړی دی چې ټوله نړۍ يې پېژني‪.‬‬

‫د "چېرته چې" پر ځای يوازې "چې" کارول‪:‬‬


‫ناکره‪ :‬لندن هغه ښار دی‪ ،‬چېرته چې د ګنشمېر ملتونو وګړي‬
‫اوسېږي‪.‬‬
‫کره‪ :‬لنده هغه ښار دی چې د ګڼشمېر ملتونو وګړي پکې‬
‫اوسېږي‪.‬‬

‫‪74‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د "تر څو" ناسمه کارونه‪:‬‬


‫ډېر پښتانه د "چې" اړيکوييکي پر ځای "تر څو" ليکي‪ ،‬څه چې‬
‫ناسمه ده‪.‬‬
‫دا الندېنۍ بېلګې وګورئ‪.‬‬
‫ناسم‪ :‬موږ بايد مبارزه وکړو تر څو خپل حق ترالسه کړو‪.‬‬
‫سم‪ :‬موږ بايد مبارزه وکړو چې خپل حق ترالسه کړو‪.‬‬
‫ناسم‪ :‬ته بايد ډېر درس ووايې تر څو بريالی شې‪.‬‬
‫سم‪ :‬ته بايد ډېر درس ووايې چې بر يالی شې‪.‬‬

‫"ترڅو" بلخوا د "تر هغې" په ملتيا د وخت يو ځانګړی پېر (دوره)‬


‫څرګندوي او هممهال يو شرط هم ښووالی شي‪" .‬تر څو" د جملې‬
‫په دویمه برخه کې راځي‪ ،‬لکه‪:‬‬
‫• تر څو چې پسرلی راغلی نه وي‪ ،‬تر هغې کلي ته مه راځه‪.‬‬
‫( د وخت پېر)‬
‫• تر څو چې تا دغه منفي دريځ نه وي پرېښی‪ ،‬نو تر هغې ته‬
‫خپلې موخې ته نه شې رسېدای‪( .‬شرط)‬

‫‪75‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫کړول‪:‬‬
‫هغه کليمه ده چې په يوه غونډله کې د ځای‪ ،‬مهال او د يوې کړنې‬
‫اړوند زيات معلومات ورکوي‪ .‬کړول‬ ‫يا پېښې څرنګوالي‬
‫د څه ډول‪ ،‬کله‪ ،‬چېرې ‪ /‬چېرته پوښتنو ځواب ورکوي‪.‬‬

‫کړولونه (قيدونه) په څو ډولونو وېشل کېږي‪.‬‬

‫√ ستاينوميز کړولونه‪:‬‬
‫په پښتو کې ستاينومونه د کړولونو په توګه کارېدای شي‪ .‬هغه‬
‫مهال بيا يو ستاينوم يو کړ (فعل) نژدې تشريحوي‪.‬‬
‫* دغه ګاډی ډېر چټک ځي‪( .‬چټک يو ستاينوم دی‪ ،‬خو دلته‬
‫يو کړ "ځي" تشريحوي‪ ،‬نو کړول ترې جوړ شو‪ .‬که چېرې يې‬
‫ګاډی تشريحوالی‪ ،‬بيا به ستاينوم پاتې کېده‪ ،‬لکه‪:‬‬
‫'' دا يو چټک ګاډی دی''‪.‬‬
‫* زرغونې غلي وخندل‪( .‬غلی دلته ستاينوم دی‪ ،‬خو دا چې‬
‫"خندل" تشريحوي‪ ،‬نو کړول ترې جوړېږي‪.‬‬

‫√ مهالي کړولونه‪:‬‬
‫نن‪ ،‬پرون‪ ،‬سبا ته‪ ،‬اوس‪ ،‬وروسته‪ ،‬بيا‪ ،‬همېشه‪ ،‬پخوا‪ ،‬مخکې‪،‬‬
‫کله نا کله‪ ،‬تل ‪ ،‬ناوخته‬

‫‪76‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫√ دځای کړولونه‪:‬‬

‫هلته‪ ،‬دلته‪ ،‬بر‪ ،‬لر‪ ،‬دېخوا‪ ،‬هاخوا‪ ،‬پورته‪ ،‬ښکته‪ ،‬د باندې‪ ،‬بهر‪،‬‬
‫دننه‪ ،‬مخ ته‪ ،‬شاته‪ ،‬ښۍ خوا‪ ،‬کيڼه خوا‪ ،‬ترڅنګ‪ ،‬په خوا کې‪،‬‬
‫ترمنځ‪ ،‬په منځ کې ‪...‬‬

‫√ د څرنګوالي کړولونه‪:‬‬
‫ناڅاپه‪ ،‬سخت‪ ،‬ورو ورو‪ ،‬په چټکۍ سره‪ ،‬په اسانۍ سره‪ ،‬په‬
‫بېړه‪ ،‬په پام سره‪ ،‬په درناوي‪ ،‬په توګه‪ ،‬په مرسته‪ ،‬او داسې نور‬

‫ستاينومونه (صفتونه) چې له "په" سره راځي‪.‬‬


‫√ د اندازې کړولونه‪:‬‬
‫ډېر‪ ،‬لږ‪ ،‬زښت‪ ،‬خواره‪ ،‬پرېمانه‪ ،‬بېخي‬
‫√ د نفې کړولونه‪:‬‬
‫هېڅکله‪ ،‬هېچېرې‬
‫√ د المل کړولونه‪:‬‬
‫له کبله‪ ،‬له المله‪ ،‬يانې‬

‫√ د شونتيا کړولونه‪:‬‬
‫ښايي‪ ،‬کېدای شي‪ ،‬ګوندې‬

‫‪77‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫اړيکوييکی‬
‫هغه نيم خپلواک ګړ دی چې غونډلې يا د غونډلو برخې سره‬
‫نښلوي او مفکورې پياوړې کوي‪.‬‬

‫تړ اړيکوييکی‪:‬‬
‫هغه اړيکوييکی دی چې يوه بېواکه غونډله له يوې خپلواکې‬
‫غونډلې سره نښلوي‪ .‬خپلواکه غونډله (جمله) هغه ده چې يواځې‬
‫يا ګوښې درېدای شي او کومو اضافي معلوماتو ته اړتيا نه لري‪،‬‬
‫چې له ژبدوديز پلوه يې بشپړه کړي‪.‬‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫زه ښار ته ځم‪ ← .‬دا يوه خپلواکه غونډله ده‪ ،‬چې يو فاعل‪ ،‬کړ‬
‫او مفعول لري‪ .‬بېواکه غونډله هغه ده‪ ،‬چې خپلواکې غونډلې‬
‫پسې د زياتو معلوماتو په موخه او ډېری د دمکۍ (کاما) په‬
‫مرسته نښلول کېږي او يواځې نه شي راتالی‪ .‬هغه زيات‬
‫معلومات کېدای شي‪ :‬مهالي‪ ،‬ځايي‪ ،‬الملي او اړيکي يا شرطي‪.‬‬
‫بېلګه‪ :‬هغه سړی‪ ،‬چې هلته الړ دی‪ ،‬زما ورور دی‪.‬‬
‫" هغه سړی زما ورور دی" دلته خپلواکه غونډله ده‬

‫‪78‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫او 'چې هلته والړ دی' زیات اړیکي معلومات دي چې د 'چې'‬


‫په مرسته د بېواکې غونډلې په توګه اړیکوییکي په‬
‫خپلواکې غونډلې پسې تړل شوې‪.‬‬

‫دا الندېني د پښتو تړ اړيکوييکي دي‪:‬‬


‫څنګه چې‬ ‫سره له دې چې‬
‫چې (اړيکي)‬ ‫ان دا چې‬
‫بيا (شرطي)‬ ‫کله چې (مهالي)‬
‫دا چې (الملي)‬ ‫ځکه چې (الملي)‬
‫نو ځکه (الملي)‬ ‫نو (الملي)‬
‫تر څو (مهالي ‪ /‬شرطي)‬ ‫که‬
‫که چېرې (شرطي)‬ ‫چېرته چې (شرطي)‬
‫يو ځل چې (شرطي)‬ ‫بې له دې چې‬
‫مخکې له دې چې (مهالي)‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫زه ښوونځي ته الړم‪ ،‬سره له دې چې‪/‬ان دا چې ناروغ وم‪.‬‬
‫ماته زنګ ووهه‪ ،‬کله چې کور ته راغلې‪.‬‬
‫مخکې له دې چې درباندې ناوخته شي‪ ،‬ته باید بیړه وکړې‪.‬‬
‫هغسې یې وکړه‪ ،‬څنګه چې ما درته ویلي وو‪.‬‬

‫‪79‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫هغه ډېره غوړه ډوډۍ خوري‪ ،‬نو ځکه یې په وینه کې کلوسترین‬


‫ډېرېږي‪.‬‬
‫که چېرې بریالی کېدل غواړې‪ ،‬نو له هرې ماتې څخه یو څه‬
‫زده کوه‪.‬‬
‫خالف اړيکوييکی‪:‬‬
‫هغه اړيکوييکی دی چې وييونه‪ ،‬څو عبارتونه او يا څو‬
‫خپلواکې غونډلې سره تړي‪.‬‬
‫الندېني اړيکوييکي په پښتو کې د رابطې اړيکوييکي دي‪.‬‬
‫خو‪ ،‬او‪ ،‬بلکې‪ ،‬بیا‬
‫* تر "خو" او "بلکې" مخکې يوه دمکۍ (‪ )،‬راځي لکه‪:‬‬
‫‪ )۱‬زه راغلم‪ ،‬خو هغه هلته نه و‪.‬‬
‫‪ )۲‬دغه نه‪ ،‬بلکې هغه کتاب یادوم‪.‬‬
‫‪ )۳‬هغه ځان ومینځه‪ ،‬بیا یې ډوډۍ وخوړه‪.‬‬

‫همکار يا بشپړاند اړيکوييکی‪:‬‬


‫هغه وييکی دی چې له دوو وييکو جوړ وي او په ګډه همکارۍ‬
‫سره د يوې غونډلې برخې له يوې بلې سره په اړيکه کې راولي‪.‬‬
‫په بله وینا‪ ،‬دوی تل يوه جوړه وي‪.‬‬

‫‪80‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫الندېني اړيکوييکي په پښتو کې همکار اړيکوييکي دي‪:‬‬


‫يا ‪ ......‬يا‪:‬‬
‫يا ته راشه يا به زه درشم‪.‬‬
‫نه ‪ .....‬نه‪:‬‬
‫نه مې دا خوښېږي‪ ،‬نه مې هغه‪.‬‬
‫نه يوازي ‪ .....‬بلکې هم‪:‬‬
‫نه يوازې ته ګرم يې‪ ،‬بلکي زه هم‪.‬‬
‫هم ‪.....‬هم‪:‬‬
‫هم ته ګرم‪ ،‬هم زه‪.‬‬

‫‪81‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫سربل او وستربل‪:‬‬
‫سربل او وستربل نيم خپلواک ګړونه دي‪ ،‬چې په ګډه سره په يوه‬
‫غونډله کې د يو نوم او نومځري بدرګه کوي او له هغوی سره د‬
‫يوې ځانګړې ژبدوديزې اړيکې په موخه کارول کېږي‪ .‬دوی په‬
‫ټوليز ډول يو ځای‪ ،‬لوری‪ ،‬واټن‪ ،‬مهال‪ ،‬پرتله او تول (ملکيت)‬
‫څرګندوالی شي‪ .‬په پښتو کې سربل تر يو نوم يا نومځري مخته‬
‫راځي‪ .‬سربلونو کې راځي‪ :‬پر‪ ،‬په‪ ،‬له او تر‪ .‬وستربل تر يو نوم يا‬
‫نمځري وروسته راځي او په خپلواکه توګه لکه سربل نه شي‬
‫کارېدای‪ .‬په وستربلونو کې راځي‪:‬‬
‫کې‪ ،‬سره‪ ،‬لپاره‪ ،‬باندې‪ ،‬الندې‪ ،‬مخکې‪ ،‬او داسې نور‪.‬‬
‫الندېنی یوون ځای څرګندوي‪:‬‬
‫بېلګه‬ ‫وستربل‬ ‫سربل‬
‫زه په کور کې يم‪.‬‬ ‫کې‬ ‫په‬
‫هغه د بام پر سر والړه ده‪.‬‬ ‫سر‬ ‫پر‬
‫کتاب پر مېز باندې کېږده‪.‬‬ ‫باندې‬ ‫پر‬
‫بکس تر مېز الندې پروت دی‪.‬‬ ‫الندې‬ ‫تر‬
‫د غر له سره ټول ښار ليدل کېږي‪.‬‬ ‫سره‬ ‫له‬
‫فابريکه د ودانۍ تر شا ده‪.‬‬ ‫شا‬ ‫تر‬
‫هلک د دوو ښځو ترمنځ والړ دی‪.‬‬ ‫منځ‬ ‫تر‬

‫‪82‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫الندېنی یوون لوری څرګندوي‪:‬‬


‫بېلګه‬ ‫وستربل‬ ‫سربل‬
‫هغه له کابل څخه راغی‪.‬‬ ‫څخه‬ ‫له‬
‫ما تر ښار پورې ورسوه‪.‬‬ ‫پورې‬ ‫تر‬

‫الندېنی یوون مهال څرګندوي‪:‬‬


‫بېلګه‬ ‫وستربل‬ ‫سر بل‬
‫هغه تر غرمې وروسته راځي‪.‬‬ ‫وروسته‬ ‫له‪/‬تر‬
‫زه تر اختر مخکې راځم‪.‬‬ ‫مخکې‬ ‫له‪/‬تر‬
‫احمد تر سبا پورې هلته پاتېږي‪.‬‬ ‫پورې‬ ‫تر‬

‫الندېنی یوون اړیکه څرګندوي‪:‬‬


‫بېلګه‬ ‫وستربل‬ ‫سر بل‬
‫زه له هغه سره کور ته ځم‪.‬‬ ‫سره‬ ‫له‬

‫الندېنی یوون پار څرګندوي‪:‬‬


‫بېلګه‬ ‫وستربل‬ ‫سر بل‬
‫پاڅون د هغه لپاره هر څه کوي‪.‬‬ ‫لپاره‬ ‫د‬

‫‪83‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫نرینه او ښځینه نومونه پېژندل‪:‬‬


‫دا چې په پښتو کې ستاینوم‪ ،‬کړ او کړول د نوم له جنس سره‬
‫برابرېږي ‪ ،‬نو اړینه ده چې د نومونو جنس وپېژنو۔‬

‫√ ښځينه نومونه څنګه پېژندل کېږي‪:‬‬


‫* په زور پایېدونکي نومونه‪ :‬مڼه‪ ،‬مرسته‪ ،‬هيله او داسې نور‬

‫یادونه‪ :‬که په نوم کې تر زور مخکې ب راغلی وي‪ ،‬نو هغه نرینه‬
‫وي‪ .‬یانې په 'به' وروستاړي نومونه نرینه وي او هغه په‬
‫پښتو کې ډېر کم دي لکه‪:‬‬
‫الربه = الرښود‬
‫اوښبه = پر اوښ سپور سړی‬
‫کوربه = په انګرېزۍ کې چې هاسټ ورته وایي‬
‫لرګبه = د لرګیو ماتوونکی‬

‫* په ي پایېدونکي بېلښتي نومونه‪ :‬خوشالي‪ ،‬ناروغي‪ ،‬ولسوالي‬


‫او داسې نور‪ .‬چې بېلښتي نومونه نه وي او په ي پایېدلي وي نو‬
‫اکثر نرینه وي او هغه په شمېر کې لږ دي لکه‬
‫ښکاري‪ ،‬نایي‪ ،‬قاري‬

‫‪84‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫* په ې پایېدونکي فاعلي نومونه‪ :‬زده کوونکې‪ ،‬ښوونکې او نور‬

‫* په الف پایېدونکي نومونه‪ :‬رڼا‪ ،‬ښکال‪ ،‬دنيا‪ ،‬مانا او داسې نور‬


‫يادونه‪:‬‬
‫* په " الف" پايېدلی نوم که د يوې خپلوۍ نوم وي لکه‬
‫کاکا‪ ،‬ماما‪ ،‬الال او بابا‪ ،‬نو هغه نرينه وي‪.‬‬

‫* په اوږد ''و'' پایېدونکي نومونه ‪:‬‬


‫سکالو‪ ،‬ښارو‪ ،‬بيزو‪ ،‬راډيو او داسې نور‬

‫* په ''ۍ '' پایېدونکي نومونه‪:‬‬


‫ډوډۍ‪ ،‬نړۍ‪ ،‬زارۍ‪ ،‬لونګۍ‪ ،‬نرۍ او داسې نور‬

‫* تړښتي او بېلښتي (ترکيبي او اشقاقي) نومونه په تيا‪ ،‬يا ‪،‬‬


‫واله ‪ ،‬ګره‪ ،‬منه تاړو‪.‬‬
‫چوپتيا‪ ،‬بريا‪ ،‬وسلواله‪ ،‬انځورګره‪ ،‬ډګرمنه او داسې نور‬

‫‪85‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫√ نرينه نومونه څنګه پېژندل کېږي‪:‬‬


‫* په ی پایېدونکي نومونه‪ :‬سړی‪ ،‬ننګيالی‪ ،‬پسرلی‪ ،‬منګی‪،‬‬
‫اوړی او داسې نور‬
‫نرينه فاعلې نومونه‪ :‬زده کوونکی‪ ،‬ښوونکی‪ ،‬خرڅوونکی ‪...‬‬

‫* په زورکي پایېدونکي نومونه‪ :‬لېوه‪ ،‬زړه‪ ،‬تره‪ ،‬کارغه‪ ،‬پسه او‬


‫داسې نور‬
‫← يوه استثنا‪" :‬اوبه" ښځينه جنس لري‪.‬‬

‫*په لنډ و پایېدونکي نومونه‪ :‬الو‪ ،‬لېړو‪ ،‬ماڼو‪ ،‬پاړو‬

‫* تړښتي او بېلښتي نومونه په تګ‪ ،‬ښت‪ ،‬نګ‪ ،‬وی‪ ،‬وال‪ ،‬ګر‪،‬‬


‫توب تاړو‪ :‬پرمختګ‪ ،‬خوځښت‪ ،‬ننګ‪ ،‬غورځنګ‪ ،‬درناوی‪،‬‬
‫رڼاوی‪ ،‬بریالیتوب‪ ،‬ماشموتوب‪ ،‬وسله وال‪ ،‬انځورګر‪ ،‬ډګرمن‪...‬‬

‫‪86‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د هغو نومونو نوږی يا جنس څنګه معلوموو چې دا پورتنۍ‬


‫ځانګړنې نه لري يا په نورو ټکو‪ ،‬چې په ا‪ /‬ه‪ /‬و‪ /‬ی‪ /‬ي‪ /‬ې نه‬
‫وي پايېدلي‪ .‬هغه نومونه چې شمېرل کېږي‪ ،‬د هغوی نوږی د‬
‫"يو" يا "يوه" شمېرنوم په مرسته معلوموالی شئ‪ .‬که "يو"‬
‫ورسره جوړ وي‪ ،‬نو نوم نرينه دی او که "يوه" ورسره جوړ وي‪،‬‬
‫بيا ښځينه دی‪.‬‬
‫نرينه نومونه‪:‬‬
‫يو توپ‪ ،‬يوکټ‪ ،‬يوغر‪ ،‬يوکال‪ ،‬يوهلک او داسې نور‬
‫ښځينه نومونه‪:‬‬
‫يوه بړستن‪ ،‬يوه ورځ‪ ،‬يوه لوېشت‪ ،‬يوه مېرمن‪ ،‬يوه لمن ‪....‬‬
‫هغه نومونه چې نه شمېرل کېږي‪ ،‬د هغوی نوږی (جنس) د لږ‪/‬‬
‫ډېر‪ /‬زيات‪ /‬کم ( د انداز کړولونو) په مرسته معلومولېږي‪.‬‬
‫که لږ ‪ /‬ډېر ‪ /‬زيات‪ /‬کم ورسره سمون خوري‪ ،‬بيا نو نوم نرينه‬
‫جنس لري او که لږې‪ /‬ډېرې‪ /‬زياتې‪ /‬کمې ورسره جوړ راشي‪ ،‬بيا‬
‫نوم ښځينه نوږی لري‪.‬‬
‫نرينه‪:‬‬
‫لږ‪/‬ډېر‪/‬کم‪/‬زيات ‪ +‬سابه‪ ،‬واښه‪ ،‬تېل‪ ،‬باڼه‪ ،‬خواږه‬
‫ښځينه‪:‬‬
‫لږې‪ /‬ډېرې ‪ /‬زياتې ‪ /‬کمې ‪ +‬اوبه‬

‫‪87‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د نرينه او ښځينه نومونو يو او ډېرګړی‬


‫دا چې په پښتو کې ستاینوم‪ ،‬کړ او کړول د نوم له شمېر سره‬
‫برابرېږي‪ ،‬نو اړینه ده چې د نومونو د مفرد او جمع قاعدې‬
‫وپېژنو‪.‬‬
‫* په نرمه "ی" پايېدلي نومونه په "ي" جمع کېږي‪.‬‬
‫يو سړی ‪ -‬ډېر سړې‬
‫يو منګی ‪ -‬ډېر منګي‬
‫یو څاروی – ډېر څاروي‬
‫يادونه‪:‬‬
‫که چېرې په نرمه "ی" پايېدلي نومونه نسبتي وي لکه د يو ځای‬
‫اوسېدونکی‪ ،‬نو بيا په "ان" ځايناستي جمع کېږي لکه‪:‬‬
‫کابلی ← کابليان‪ ،‬پېښوری ← پېښوريان‪ ،‬امريکايی ←‬
‫امريکايان ‪ ،‬سواتی ← سواتيان او داسې نور‬
‫* په "ي" پايېدلي بېلښتي نومونه په "ۍ" جمع کېږي‪.‬‬
‫یوه ناروغي – ډېرې ناروغۍ‬
‫یوه خوشالي – ډېرې خوشالۍ‬
‫یوه سیالي – ډېرې سیالۍ‬

‫‪88‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫یادونه‪ :‬که په څرګنده ي پایېدونکي نرینه نومونه وي‪ ،‬بیا په ان‬


‫تاړي جمع کېږي‪:‬‬
‫ښاري ‪ -‬ښاریان‬
‫ښکاري ‪ -‬ښکاریان‬
‫نایي – نایان‬

‫* په "ې" پايېدلي ښځينه نومونه په "ې" جمع کېږي‪ ،‬يانې يو‬


‫شان پاتې کېږي‪:‬‬
‫یوه زده کوونکې – ډېرې زده کوونکې‬
‫یوه ښوونکې – ډېرې ښوونکې‬

‫* په زور "ه" پايېدلي نومونه په "ې" جمع کېږي‪.‬‬


‫مڼه – مڼې‬
‫شېبه – شېبې‬
‫ونه ‪ -‬ونې‬

‫‪89‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫* په "ۍ" پايېدلي نومونه هم په "ۍ" جمع کېږي‪:‬‬


‫ځولۍ – ځولۍ‬
‫خوبانۍ – خوبانۍ‬
‫ګېډۍ – ګېډۍ‬
‫یوازې نجلۍ پر نجونې بدلېږي‬
‫* په "الف" پايېدلي نومونه په "وې" جمع کېږي‪:‬‬
‫مانا – ماناوې‬
‫رڼا – رڼاوې‬
‫دعا – دعاوې‬
‫يادونه‪ :‬که په "الف" پايېدلي د خپلويو يا رشتو نومونه وي‪ ،‬نو‬
‫په "ګان" جمع کېږي لکه‪ :‬ماما ← ماماګان‪ ،‬کاکا ←‬
‫کاکاګان‪ ،‬الال ← الال ګان‬
‫* په اوږد "و" پايېدلي نومونه په "ګانې" جمع کېږي‪:‬‬
‫سکالو (موضوع) ‪ -‬سکالوګانې‬
‫راډیو ‪ -‬راډیوګانې‬
‫بیزو ‪ -‬بیزوګانې‬
‫ښارو ‪ -‬ښاروګانې‬
‫زانګو – زانګوګانې‬

‫‪90‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫په لنډ واو پایېدلي وییونه په "ګان" تاړي جمع کېږي‪:‬‬


‫لېړو (بېنډۍ) ‪ -‬لېړوګان‬
‫الو ‪ -‬الوګان‬
‫ټاپو ‪ -‬ټاپوګان‬
‫کدو ‪ -‬کدوګان (خو نن سبا کدوان دود دی ‪ -‬یانې "ګ" پکې‬
‫غورځېدلی )‬
‫* د ژونديو يا ساکښو شيانو نومونه چې په يو بېواک غږ‬
‫پايېدلي وي په "ان" پای مومي (اکثر) لکه‪:‬‬
‫هلک – هلکان‬
‫ځوان – ځوانان‬
‫لیکوال – لیکواالن‬
‫يادونه‪ :‬له ا‪/‬زور(ه)‪ /‬ې‪/‬ي‪/‬و پرته ټول غږونه بېواک غږونه دي‪.‬‬
‫* د ناژونديو او بېسا شيانو نومونه‪ ،‬چې په بېواک غږ پايېدلي‬
‫وي‪ ،‬په "ونه" پای مومي لکه‪:‬‬
‫قلم – قلمونه‬
‫کور – کورونه‬
‫ټوپ – ټوبونه‬
‫انځور‪ -‬انځورونه‬
‫تصویر – تصویرونه‬

‫‪91‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫* په زورکي پايېدلي نومونه په جمع کې کله "ان" اخلي او کله‬


‫"ونه"‪:‬‬
‫بېلګه‪ٰ :‬لېوه رر ٰلېوان‪ ،‬زړه رر زړونه‪ ،‬تره رر ترونه‪ ،‬کارغه رر کارغان‬

‫د ځينو رشتو نومونه بيا بېقاعدې وي لکه‪:‬‬

‫ډېرګړی‬ ‫يوګړی‬ ‫ډېرګړی‬ ‫يوګړی‬


‫وروڼه‬ ‫ورور‬ ‫ميندې‬ ‫مور‬
‫زامن‬ ‫زوی‬ ‫لوڼه‪/‬لورګانې‬ ‫لور‬
‫خويندې‬ ‫خور‬ ‫تريندې‬ ‫ترور‬
‫خوريونه‬ ‫خوريی‬ ‫ورېرونه‬ ‫وراره‬

‫ځینې نور بېقاعدې نومونه چې په زورکي پایېږي‪:‬‬

‫ډېرګړی‬ ‫يوګړی‬ ‫ډېرګړی‬ ‫يوګړی‬


‫شکاڼه‬ ‫شکوڼ‬ ‫خره‬ ‫خر‬
‫سکاره‬ ‫سکور‬ ‫غله‬ ‫غل‬

‫‪92‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ژبنی سمون‪:‬‬
‫کله چې یوه ژبه پوروییونه (له بلې ژبې اخیستل شوي ییونه)‬
‫خپلوي‪ ،‬نو له خپلو ګرامري قاعدو سره یې برابروي‪ .‬پښتو ته چې‬
‫کوم عربي وییونه رادننه شوي‪ ،‬نو موږ یې له خپلو غږونو او‬
‫ژبدودیزو قاعدو سره نه برابروو‪.‬‬
‫لکه په محصلین کې ین د عربي وروستاړی دی‪ .‬په پښتو کې‬
‫باید ان وروستاړی ورپسې وتړو‪ ،‬یانې محصالن‪.‬‬
‫همدارنګه د موضوعات پر ځای موضوعګانې ځکه چې ات د‬
‫عربي وروستاړی دی‪.‬‬

‫ورته بېلګې‪:‬‬

‫پښتو بڼه‬ ‫عربي بڼه‬ ‫پښتو بڼه‬ ‫عربي بڼه‬


‫امکانونه‬ ‫امکانات‬ ‫شرطونه‬ ‫شرایط‬
‫حالتونه‬ ‫حاالت‬ ‫قاعدې‬ ‫قواعد‬
‫مضمونونه‬ ‫مضامین‬ ‫مطلبونه‬ ‫مطالب‬
‫مقصدونه‬ ‫مقاصد‬ ‫مسوالن‬ ‫مسولین‬
‫مجرمان‬ ‫مجرمین‬ ‫لغتونه‬ ‫لغات‬
‫مبارزان‬ ‫مبارزین‬ ‫معلمان‬ ‫معلمین‬
‫نقصاونه‬ ‫نقصانات‬ ‫مخالفان‬ ‫مخالفین‬
‫‪93‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫سببونه‬ ‫اسباب‬ ‫حقونه‬ ‫حقوق‬


‫رابطې‬ ‫روابط‬ ‫خیالونه‬ ‫خیاالت‬

‫‪94‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د پښتو یېګانې‬

‫په پښتو کې پنځه ډوله يېګانې شته چې هره يوه يې د کارونې‬


‫بېل او ځنګړي ځايونه لري‪.‬‬
‫په دې څپرکي کې هره "يې" په سپړنيز ډول تشريحېږي‪.‬‬
‫نرمه "ی" ـ ‪ay‬‬
‫‪ .۱‬د ځينو نرينه يوګړ يزو (مفرد) نومونو لپاره لکه‪:‬‬
‫سړی‪ ،‬پسرلی‪ ،‬منګی‪ ،‬زمری‪ ،‬اوړی‪ ،‬لرګی داسې نور‬

‫‪ .۲‬د هغو ستاينومونو لپاره چې د نرينه يوګړيز نومونو لپاره‬


‫کارول کېږي لکه‪:‬‬
‫√ بريالی‪ :‬احمد بريالی دی‪.‬‬
‫√ ننګيالی‪ :‬خوشال بابا ننګيالی و‪.‬‬
‫√ ښکلی‪ :‬دا يو ښکلی منګی دی‪.‬‬
‫√ نری‪ :‬دا سړی نری دی‪.‬‬

‫‪ . ۳‬د هغه يوګړيز نرينه نومونو لپاره چې له کړونو (فعلونو)‬


‫څخه منځ ته راشي لکه‪:‬‬
‫√ زده کوونکی => له زده کولو څخه‬
‫√ کارکوونکی => له کار کولو څخه‬
‫√ څېړونکی => له څېړلو څخه‬
‫‪95‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫√ خرڅوونکی => له خرڅولو څخه‬


‫‪ .۴‬همدارنګه د کړونو په پای کې‪ ،‬چې کړند يا مفعول پورې اړه‬
‫لري او هغه نرينه يوګړی (مفرد) وي لکه‪:‬‬
‫• ما کار کړی دی‪"( .‬کړی" ټوليز کړ دی او "دی" مرستيال کړ‪،‬‬
‫چې "کار" پورې اړه لري او "کار" نرينه يوګړی دی او‬
‫مفعول په توګه کارول شوی)‬

‫• زه راغلی يم‪"( .‬راغلی" عمومي کړ دی‪ ،‬چې "زه" پورې اړه‬


‫لري او دغه "زه" دلته د فاعل په توګه کارول شوی)‬
‫يادونه‪:‬‬
‫که دغه دويمه غونډله يوې جينۍ ويلې وای‪ ،‬نو بيا به مو د‬
‫"راغلی" پر ځای "راغلې" ليکل‪ ،‬ځکه چې جينۍ ښځينه وګړی‬
‫دی‪ .‬خو ددې اړوند معلومات به تاسو د اوږده "ې" په برخه کې‬
‫ترالسه کړئ‪.‬‬
‫‪ .۵‬د ځينو عمومي او ډېرو کارېدونکو نرینه نومونو په پای کې‬
‫راځي لکه‪ :‬ځای‪ ،‬پای‪ ،‬درناوی‪ ،‬سپیناوی‪ ،‬غبرګاوی‪ ،‬بچی‪،‬‬
‫مخنيوی‪ ،‬السنيوی‪ ،‬رڼاوی‪ ،‬زوی‪ ،‬خوی‪ ،‬لوی‪ ،‬بوی‪ ،‬مړی‪،‬‬
‫راتلونکی‪،‬وګړی‪ ،‬ژوی‪ ،‬څاروی‪ ،‬اوړی‪ ،‬ژمی‪ ،‬منی‪ ،‬څلی‪،‬‬
‫ښاغلی ۔‪..‬‬

‫‪96‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫پاملرنه‪:‬‬
‫په لنډو ټکو‪ ،‬نرمه "ی" د هر هغه ويي لپاره راځي‪ ،‬چې نرينه‬
‫وي او يوګړی وي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫• هغه سړی يا وګړی‪ ،‬چې له نورو سره مرسته کوي‪ ،‬به تل‬
‫بريالی وي‪.‬‬
‫• د هغه خواپورې څپرکی اوړی دی او د ډېر ساړه له کبله ژمی‬
‫خوند نه ورکوي‪.‬‬
‫• زمری داسې يو غښتلی او وېروونکی ژوی دی‪ ،‬چې د ځنګل‬
‫پاچا يادېږي‪.‬‬
‫• احمد خپلې مور غره ته لرګيو پسې لېږلی و او ده له ځان سره‬
‫يو ستر لرګی راوړی دی‪.‬‬
‫• خوشال بابا داسې يو پياوړی او توريالی جنګيالی و‪ ،‬چې د‬
‫پښتو په شعرونو کې ډېر يادېږي‪.‬‬
‫•هغه د مېوو پلورونکی يو رښتينی سړی دی‪ ،‬نو ځکه هر‬
‫پېرودونکی دده له هټۍ سودا اخلي‪.‬‬
‫• اتل د نهم ټولګي يو تکړه زده کوونکی دی‪.‬‬
‫• ما هغه ته يو ليک لېږلی دی‪ ،‬خو ده ال ځواب نه دی راکړی‪.‬‬

‫‪97‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• ما دغه کتاب دوې مياشتې مخکې پېرودلی و او اوس مې‬


‫بشپړ لوستلی دی‪.‬‬
‫• دا يو ښکلی ځای دی‪ .‬هر ډول زرغون نيالګی پکی پيدا‬
‫کېږي‪.‬‬
‫• په پای کې هر څه ښه کېږي‪ .‬که ښه نه شول‪ ،‬نو ال پای نه دی‪.‬‬
‫• درناوی د هغو لپاره نه دی چې وړ يې نه وي‪ ،‬بلکې د هغو‬
‫لپاره‪ ،‬چې لياقت يې لري‪.‬‬
‫• زموږ ښوونکی ډېر پتمن سړی دی‪ .‬هر څوک يې درناوی کوي‬

‫‪98‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫اوږده ''ې''‬

‫‪ .۱‬دغه "يې" د ښځينه نومونو ډېرګري ( مونث جمع) لپاره‪،‬‬


‫چې په زور (ه) پای ته رسېدلي وي‪ ،‬راځي لکه‪:‬‬

‫دېرګړی‬ ‫يوګړی‬
‫ښځې‬ ‫ښځه‬
‫مڼې‬ ‫مڼه‬
‫غوښې‬ ‫غوښه‬
‫بېلګې‬ ‫بېلګه‬

‫‪ .۲‬د ښځينه نومونو اوښتي پېر (مغيره حالت) لپاره چې‬


‫سربلونه ورسره وي يا په تېرمهال کې وکارول شي لکه‪:‬‬
‫بېلګې په توګه‪:‬‬
‫• ددغه ونې ښاخونه‬
‫• د مڼې اوبه ګټورې دي‪.‬‬
‫• هغې ښځې ته مو څه وويل‪.‬‬
‫• دغې ونې ته اوبه ورکړه‪.‬‬
‫• جميلې وويل چې خوابدې ده‪(.‬تېرمهال‪ -‬جميله پر جميلې‬
‫اوښتې)‬

‫‪99‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ .۳‬د هغو ستاينومونو لپاره چې د ښځينه نومونو د ډېرګړي لپاره‬


‫کارول کېږي لکه‪:‬‬
‫ښکلې‪ ،‬ښځې‪ ،‬خوږې مڼې‪ ،‬ژېړې کيلې‪ ،‬سړې غوښې‪ ،‬ښې‬
‫بېلګې‪ ،‬خوندورې شېبې او داسې نور‪.‬‬
‫‪ .۴‬د ځينو هغه ښځينه ستاينومونو لپاره‪ ،‬چې نرينه بڼه يې په‬
‫نرمه "ی" پايېدلي وي لکه‪:‬‬
‫ښځينه‬ ‫نرينه‬
‫منلې‬ ‫منلی‬
‫کړېدلې‬ ‫کړېدلی‬
‫ځورېدلې‬ ‫ځورېدلی‬
‫پېښېدونکې‬ ‫پېښېدونکی‬
‫زړه وړونکې‬ ‫زړه وړونکی‬
‫سوځېدونکې‬ ‫سوځېدونکی‬

‫‪ .۵‬د هغه ښځينه فاعلي نومونو لپاره چې له کړونو منځ ته‬


‫راشي او نرینه بڼه یې په نرمه ی وي لکه‪:‬‬
‫• يوه زده کوونکې‬
‫• يوه څېړونکې‬
‫• يوه شنونکې‬
‫• يوه خرڅوونکې‬
‫‪100‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ .۶‬همدارنګه د هغه کړونو په پای کې چې کړند (فاعل) يا‬


‫مفعول پورې اړه لري او هغه ښځينه يوګړی وي لکه‪:‬‬
‫• ما دغه خبره نه ده کړې‪.‬‬
‫(دلته "کړې" يو کړ دی‪ ،‬چې په اوږده "ې" ليکل شوی‪ ،‬دا چې‬
‫"خبره" ښځينه يوګړی دی)‬
‫• ګال لۍ نن ښوونځي ته نه ده راغلې‪.‬‬
‫( دلته "راغلې" يو کړ دی‪ ،‬چې په اوږده "ې" ليکل شوی‪ ،‬ځکه‬
‫چې ګال لۍ ښځينه يوګړی دی)‬

‫‪" .۷‬دې" نومځري لپاره‪:‬‬


‫دې يو نومځری يا ضمير دی‪ ،‬چې يوې کړنې ته اشاره کوي‪ ،‬چې‬
‫د دويم کس مفرد "ته" لخوا ترسره شوې وي يا پخپله د "ته"‬
‫استازيتوب کوي‪.‬‬
‫همدارنګه "دې" ښځينه ځاني نومځری دی‪ ،‬چې په تېرمهال‬
‫کې کارول کېږي‪.‬‬
‫سربېره پر دې "دې" د اشارې نومځري په توګه کارول کېږي‪.‬‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫• دا دې ولې وکړ؟ ( ياني تا دا کار ولې وکړ)‬
‫• ددې سيمې خلک ښه نه دي‪ ( .‬دلته د اشارې نومځری)‬

‫‪101‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• دې ماته وويل‪ ،‬چې دې ته ورشم‪ ( .‬دې ياني کوم ښځينه‬


‫وګړی)‬
‫يادونه‪:‬‬
‫په عمومي ډول "دې" د "مې" او "يې" په څېر يو کمزوری‬
‫ځاني نومځری دی‪.‬‬

‫‪ .۸‬په ځينو نومونو کې د غږ له مخې‪:‬‬

‫کېناستل‬ ‫چې‬ ‫کې‬


‫بېل‬ ‫بېال بېل‬ ‫پکې‬ ‫هسې‬
‫مخکې‬ ‫وړاندې‬ ‫پرېښودل‬ ‫باندې‬
‫داسې ‪ /‬همداسې‬ ‫پېژندل‬ ‫لېږل‬
‫ولې)‪(Why‬‬ ‫شمېره‬ ‫پرې‬
‫چېرې‪ /‬چېرته‬ ‫بېلول‬ ‫بېلتون‬
‫يوازې (فقط‪(Only /‬‬ ‫هېرول‬ ‫هېواد‬
‫يواځې (تنها ‪(Alone/‬‬ ‫انټرنېټ‬ ‫څېړل‬
‫در ‪ /‬ور ‪ /‬راپسې‬ ‫الندې‬ ‫ډېر‬
‫مېله‬ ‫پېښه‬ ‫اغلې‬
‫مېز‬ ‫بلکې‬ ‫ګنې‬
‫لیرې (ورایه)‬ ‫کېدل‬ ‫تېز‬

‫‪102‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫شپېته‬ ‫څلوېښت‬ ‫دېرش‬

‫کېږي ‪ /‬لګېږي ‪ /‬کېدل او نور هغه وييونه چې په ېږي پای ته‬


‫رسېږي‪ ،‬لومړۍ (يا) يې اوږده "ې" وي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ .۱‬تاسو ته له خوښۍ ډکې شېبې غواړم‪.‬‬
‫‪ .۲‬د نيکريزو په شپه ډېرې ښځې زموږ مېلمنې وې‪.‬‬
‫‪ .۳‬هغه ماته په دې اړه يو څو بېلګې راکړې‪ ،‬نو بيا پرې ښه پوه‬
‫شوم‪.‬‬
‫‪ .۴‬د دغې سيمې خلک د اوبو له کمي سره مخامخ دي‪.‬‬
‫‪ .۵‬ما ته د هغې کور معلوم دی‪.‬‬
‫‪ .۶‬دغې خبرې ته بايد د ټولو پام راوګرځول شي‪.‬‬
‫‪ .۷‬په بازار کې سمسورې مېوې راغلې دي‪ .‬لکه‪ :‬خوږې سرې‬
‫مڼې‪ ،‬پخې ژېړلې کيلې‪ ،‬غټې مندتې‪.‬‬
‫‪ .۸‬ښايسته خلک هغه وي‪ ،‬چې تل ښکلې او اغېزمنې خبرې‬
‫کوي‪.‬‬
‫‪ .۹‬زموږ کمپنۍ د تېرکال په پرتله ډېرې پايښتي ګټې وکړې‪.‬‬
‫‪ .۱۰‬مالله يوه خواريکښه زده کوونکې ده‪.‬‬
‫‪ .۱۱‬اغلې ملکه د سياسي چارو شنونکې ده‪.‬‬

‫‪103‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ .۱۲‬زه په کابل کې اوسېدل غواړم‪ ،‬دا چې کابل زما د خوښې‬


‫ځای دی‪.‬‬

‫څرګنده "ي"‬

‫‪ .۱‬د کړونو په اوړون کې راځي چې په اوسمهال کې وي او‬


‫کړند ‪ /‬فاعل يې درېيم کس يو‪/‬ډېرګړی " هغه او هغوی" وي‪،‬‬
‫لکه‪:‬‬
‫• هغه کار کوي يا هغوی کار کوي‪.‬‬
‫• احمد دلته نه راځي‪.‬‬
‫• د هغه پالر چای څښي‪.‬‬
‫‪ .۲‬د ځينو نرينه نومونو ډېرګړي (جمع) په پای کې راځي‪ ،‬چې‬
‫يو ګړی يې په نرمه "ی" پای ته رسېدلی وي لکه‪:‬‬

‫ډېرګړی‬ ‫يوګړی‬
‫ملګري‬ ‫ملګری‬
‫سړي‬ ‫سړی‬
‫منګي‬ ‫منګی‬
‫زېري‬ ‫زېری‬
‫مزي‬ ‫مزی‬

‫‪104‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بچي‬ ‫بچی‬

‫‪ .۳‬د نرينه ستاينومونو ډېرګړي په پای کې‪:‬‬


‫• زموږ ملګري تل بريالي راځي‪( .‬بريالی دلته ستاينوم دی او‬
‫دا چې ملګري ډېر او نرينه دي‪ ،‬نو "بريالي" ليکلی کېږي)‬
‫• زموږ هېوادوال مېړني خلک دي‪ ( .‬مېړنی دلته ستاينوم دی‬
‫او دا چې هېوادوال ډېر او نرينه دي‪ ،‬نو مېړني ليکلی کېږي)‬

‫‪ .۴‬د نرينه يوګړيز نومونو په اوښتي پېر (مغيره حالت) کې راځي‬

‫اوښتی اکر‬ ‫اصلي اکر‬


‫ننګيالي ته ‪ /‬د ننګيالي‬ ‫ننګيالی‬
‫د سړي ‪ /‬سړي ته‬ ‫سړی‬
‫تېرمهال‬ ‫اوسمهال‬
‫توريالي هغه وواژه‬ ‫توريالی هغه وژني‬
‫زمري غرڅنۍ وخوړه‬ ‫زمری غرڅنۍ خوري‬
‫‪ .۵‬له ستاينومونو څخه منځته راوړل شويو نومونو په پای کې‪:‬‬
‫نوم‬ ‫ستاينوم‬
‫خوشالي‬ ‫خوشال‬

‫‪105‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫خوښي‬ ‫خوښ‬
‫ناروغي‬ ‫ناروغ‬

‫‪ .۶‬په ځينو وييونو کې د غږ له مخې‪:‬‬

‫بريد‬ ‫بريدګر‬ ‫ليکل‬ ‫ليکنه‬ ‫نيول‬ ‫ليدل‬


‫ليد‬ ‫ليدنه‬ ‫سوځېږي لګېږي کېږي‬ ‫ځيږ‬
‫شمالي سوېلي پيشو‬ ‫اړين‬ ‫مينځل ويښ‬
‫مينه‬ ‫هيله‬ ‫ټينګ‬ ‫شين‬ ‫سوله ييز‬ ‫خيرن‬
‫ټپي‬ ‫ډولي‬ ‫پير‬ ‫ځير‬ ‫سمه ييز‬ ‫توپير‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ .۱‬هر څوک ډېر ملګري لرالی شي‪ ،‬خو يو پکې تر ټولو نژدې‬
‫وي‬
‫‪ .۲‬ما تاته دوه زېري راوړي دي‪ .‬يو بد دی او بل ښه‪.‬‬
‫‪ .۳‬ده ته خدای دوه ښکلي مشومان ورکړي دي‪.‬‬
‫‪ .۴‬بريالي خلک تل له نورو سره مرسته کوي‪.‬‬
‫‪ .۵‬د هغه بچي ډېر نازولي دي‪ .‬په مينه يې لوی کړي دي‪.‬‬
‫‪ .۶‬توريالي ننګيالي ته وويل چي هلته ورشي‪.‬‬
‫‪ .۷‬هغه ژوند بې مانا دی چې خوښي او خوشالي پکې نه وي‪.‬‬
‫‪ .۸‬د هغه ناروغي رنځپوهانو نه شوه معلوموالی‪.‬‬

‫‪106‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ .۹‬تر هغې وروسته هغوی بيا دلته نه دي راغلي‪.‬‬


‫‪ .۱۰‬تر ډوډۍ خوړلو مخکې بايد هر انسان السونه پاک‬

‫ښځينه "ۍ"‬

‫‪ .۱‬د ځينو ښځينه نومونو يوګړي لپاره‪:‬‬


‫دوډۍ ‪ /‬خولګۍ ‪ /‬نړۍ ‪ /‬لړۍ او داسې نور‬
‫‪ .۲‬د هغو نومونو ډېرګړي لپاره چې يوګړی يې يا په "ي" يا په‬
‫"ۍ" پايېدلی وي لکه‪:‬‬
‫ډېرګړی‬ ‫يوګړی‬
‫خوشالۍ‬ ‫خوشالي‬
‫ناروغۍ‬ ‫ناروغي‬
‫زارۍ‬ ‫زاري‬
‫نړۍ‬ ‫نړۍ‬
‫لړۍ‬ ‫لړۍ‬

‫• يوه استثنا‪ :‬نجلۍ په نجونې اوړي‪.‬‬

‫‪107‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫همدارنګه د پورتنيو نومونو په اوښتي اکر (مغيره حالت) کې‪:‬‬

‫اوښتې بڼه‬ ‫اصلي بڼه‬


‫د خوشالۍ شېبې دې په برخه شه‪.‬‬ ‫خوشالي‬
‫د دغې ناروغۍ المل بايد معلوم شي‪.‬‬ ‫ناروغي‬
‫ستا د خوښۍ لپاره زه هر څه کوم‪.‬‬ ‫خوښي‬

‫‪ .۳‬هغه ستاينومونه چې په "يالی" وروستاړي پای ته رسېږي‪،‬‬


‫د هغوی ښځينه بڼه په ښځينه "ۍ" پای ته رسېږي‪.‬‬

‫ښځينه بڼه‬ ‫نرينه بڼه‬


‫بريالۍ‬ ‫بريالی‬
‫توريالۍ‬ ‫توريالی‬
‫ننګيالۍ‬ ‫ننګيالی‬
‫بڼيالۍ (ښايسته)‬ ‫بڼيالی‬
‫د هغه ستاينومونو ښځينه بڼه چې له سربلونو او کړولونو لکه‬
‫الندې‪ ،‬باندې‪ ،‬پورته‪ ،‬بهر‪ ،‬برنی او داسې نور څخه منځته راغلي‬
‫وي‪ ،‬يوازې په "ۍ" پای مومي‪ .‬پورته ځينې بېلګې راغلې هم‬
‫دي‪.‬‬
‫ښځينه بڼه‬ ‫نرينه بڼه‬ ‫ښځينه بڼه‬ ‫نرينه بڼه‬
‫يوازېنۍ‬ ‫يوازينی‬ ‫باندېنۍ‬ ‫باندېنی‬
‫الندېنۍ‬ ‫الندېنی‬ ‫بهرنۍ‬ ‫بهرنی‬
‫‪108‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫منځنۍ‬ ‫منځنی‬ ‫پورتنۍ‬ ‫پورتنی‬


‫برنۍ‬ ‫برنی‬ ‫دنننۍ‬ ‫دنننی‬
‫نننۍ‬ ‫نننی‬ ‫لومړۍ‬ ‫لومړی‬

‫‪ .۴‬په نورو ښځینه نومونو د غږ له مخې کې‪:‬‬


‫نجلۍ‬ ‫ځولۍ‪/‬جولۍ‬ ‫خولۍ‬ ‫خولګۍ‬
‫نړۍ‬ ‫ډوډۍ‬ ‫ګولۍ‬ ‫مرۍ‬
‫خوبانۍ‪/‬مندته کېږدۍ‬ ‫ماڼۍ‬ ‫سيلۍ‬
‫هوسۍ‪ Deer/‬هيلۍ‬ ‫غالۍ‬ ‫ګېډۍ‬
‫بېنډۍ‬ ‫لکۍ‬ ‫مرغۍ‬ ‫سپوږمۍ‬

‫• د نجونو نومونه لکه‪:‬‬


‫ګاللۍ‪ ،‬ماللۍ‪ ،‬خوبانۍ‪ ،‬اوږۍ‪ ،‬دورخانۍ‪ ،‬ګلمکۍ داسې نور‬
‫• د يو ځای ښځينه اوسېدونکي لکه‪:‬‬
‫کابلۍ‪ ،‬پېښورۍ‪ ،‬يوسفزۍ‪ ،‬کندهارۍ او داسې نور‬
‫يادونه‪:‬‬
‫لکۍ واله "ۍ"‪ ،‬او همزواله "ئ"‪ ،‬هېڅکله د ويي په منځ يا پيل‬
‫کې نه راځي‪.‬‬

‫‪109‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ .۱‬د کرېکټ د سياليو لړۍ تر راتلونکې مياشتې وغځېده‪.‬‬
‫‪ .۲‬په نړۍ کې ډېر هېوادونه شته چې خلکو ته يې هره ورځ‬
‫ډوډۍ نه رسېږي‪.‬‬
‫‪ .۳‬خدای دې زموږ د ملت ډېرې خوښۍ او خوشالۍ په برخه‬
‫کړي‪.‬‬
‫‪ .۴‬ددغې ناروغۍ المل نومېرنه ډاکټرانو ته ناشونې برېښي‪.‬‬
‫‪ .۵‬اتل هره ورځ سره خولۍ پر سروي‪.‬‬
‫‪ .۶‬هغه د ستوني ډاکټر ته الړ‪ ،‬ځکه چې مرۍ يې خوږېده‪.‬‬
‫ډاکټر ده ته ښې ګولۍ ورکړې‪.‬‬
‫‪ .۷‬د غره پر سر مې له جانان سره يوه کېږدۍ جوړه کړه‪.‬‬
‫‪ .۸‬ما ډنډ ته يو څو ټوټې وچه ډوډۍ وشړله چې هيلۍ يې‬
‫وخوري‪.‬‬
‫‪ .۹‬ډېرې زارۍ مې ورته وکړې‪ ،‬خو زما خبره يې ونه منله‪.‬‬
‫‪ .۱۰‬پر هغه باندې زما ګېډۍ ګېډۍ سالمونه وايه‪.‬‬
‫‪ .۱۱‬په پښتو ژبه کې ډېرې خوږې لنډۍ پيدا کېږي‪.‬‬
‫‪ .۱۲‬د ميوند مالله به زموږ په زړونو کې ژوندۍ وي‪.‬‬
‫‪ .۱۳‬دومره يوه ښکلې او کوچنۍ نجلۍ ما بل چېرته تر اوسه نه‬
‫وه لېدلې‪.‬‬

‫‪110‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫همزواله "ئ"‬
‫دا په کړونو کې راځي‪ ،‬چې کړند ‪ /‬فاعل يې دويم کس ډېرګړی‬
‫"تاسو" وي او د پوښتنې په بڼه وي‪ ،‬لکه‪:‬‬
‫• تاسو څه کوئ‪.‬‬
‫• هلکانو تاسو کله راغلئ؟‬
‫چې ډېرو همدارنګه همزواله "ئ" په بوليو ‪ /‬امرونو کې راځي‬
‫تنو ته وي لکه‪:‬‬
‫• ماشومانو راځئ‪ ،‬ډوډۍ وخورئ!‬
‫• ملګرو دلته راشئ او کېنئ!‬
‫يادونه‪:‬‬
‫همزواله "ئ" هېڅکله د ويي په منځ يا پيل کې نه راځي‪.‬‬

‫‪111‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ .۱‬ګرانو هېوادوالو راځئ‪ ،‬چې په ګډه سره خپل هېواد اباد کړو‪.‬‬
‫‪ .۲‬وروڼو! مهرباني وکړئ‪ ،‬ځوږ مه کوئ او غلي کېنئ!‬
‫‪ .۳‬تاسو چې کله راورسېدئ‪ ،‬نو ماته زنګ ووهئ‪.‬‬
‫‪ .۴‬ښوونکي خپلو زده کوونکو ته وويل‪" ،‬غلي شئ او ښه غوږ‬
‫ونيسئ"‪.‬‬
‫‪ .۵‬ټول راشئ او له ما سره په دې کار کې مرسته وکړئ‪.‬‬
‫‪ .۶‬احمده‪ ،‬اتله او پاڅونه‪ ،‬تاسو چېرې تللي وئ؟‬
‫‪ .۷‬هلکانو! تاسو ولې دلته بې له پرېښې (اجازې) راغلئ؟ بل‬
‫ځل ته بايد پوښتنه وکړئ او اجازه واخلئ‪.‬‬
‫‪ .۸‬پالر‪ " :‬بچو تاسو لږ دلته راشئ‪ ،‬زه څه درته ويل غواړم"‪.‬‬

‫نرمه "ی" او که اوږده "ې"‪:‬‬

‫• ننګيال يو ډاکټر دی او دده ښځه يوه ښوونکې ‪ /‬ښوونکی ده‪.‬‬


‫• نن له موږ کره پاتې ‪ /‬پاتی شه‪.‬‬
‫• اباسينه! ژوندی ‪ /‬ژوندې اوسې‪.‬‬
‫• ته ولې دلته راغلې ‪ /‬راغلی؟‬
‫• اجمل دلته نه دی ‪ /‬دې راغلې ‪ /‬راغلی‪.‬‬

‫‪112‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• ښاغلی ‪ /‬ښاغلې ځالند په ښوونځي کې يو ښوونکی ‪/‬‬


‫ښوونکې دی‪.‬‬
‫• نجيب يو غښتلی ‪ /‬غښتلې سړې ‪ /‬سړی دی‪.‬‬
‫• هغه ډېرې خبرې ‪ /‬خبری کړې ‪ /‬کړی دي‪.‬‬
‫• پسرلې ‪ /‬پسرلی هغه څپرکی دی ‪ /‬دې‪ ،‬چې ګالن پکې ‪ /‬پکی‬
‫راشنه کېږي‪.‬‬

‫نرمه "ی" او که لکۍ واله "ۍ"‪:‬‬


‫• ښوونځی ‪ /‬ښوونځۍ د رڼا کور دی‪.‬‬
‫• هغه ډېر خواشينی ‪ /‬خواشينۍ شو‪.‬‬
‫• هغه ډېرخوابدی‪/‬خوابدۍ شو‪ ،‬چې کله يې د خواشينی ‪/‬‬
‫خواشينۍ خبر ترالسه کړ‪.‬‬
‫• ګاللۍ ‪ /‬ګاللی ښکلې نجلۍ ‪ /‬نجلی ده‪.‬‬
‫• دا يوه سپينه زمرۍ ‪ /‬زمری ده‪.‬‬
‫• پسرلی ‪ /‬پسرلۍ هغه څپرکی دی چې ګالن پکې راشنه کېږي‪.‬‬
‫• ماته لږه پسرلنۍ ‪ /‬پسرلنی مېوه راوړه‪.‬‬
‫• پورتنی ‪ /‬پورتنۍ کتاب او پورتنی ‪ /‬پورتنۍ کتابچه راکړه‪.‬‬

‫لکۍ واله "ۍ" او که همزواله "ئ"‬


‫• راشئ ‪ /‬راشۍ‪ ،‬چې مړۍ ‪ /‬مړئ وخورو‪.‬‬

‫‪113‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• تاسو دلته څه کوئ ‪ /‬کوۍ؟‬


‫• په نړئ ‪ /‬نړۍ کې ډول ډول پښتونه ‪ /‬نژادونه ژوند کوي‪.‬‬
‫• زما په بې خبرۍ ‪ /‬خبرئ کې يې دغه کار وکړ‪.‬‬
‫• دا ليکنه بايد تاسو ټول ولولئ ‪ /‬ولولۍ‪.‬‬
‫• مهرباني وکړئ ‪ /‬وکړۍ دلته کېنئ ‪ /‬کېنۍ‪.‬‬
‫• دده د کور په هره کوټه کې يوه ستره غالۍ ‪ /‬غالئ پرته ده‪.‬‬
‫• پر دې وړوکي سړک دومره ستره الرۍ ‪ /‬الرئ نه شي تلالی‪.‬‬
‫• د هغه لور لکه چي ناروغه ده‪ .‬ډېره نرۍ ‪ /‬نرئ برېښي‪.‬‬
‫ګرانو لوستونکو! په دې درس کې تاسو ته يو تمرين برابروو‪ ،‬چې‬
‫د ټولو يېګانو سمه کارونه زده کړئ‪ .‬الندېني متنونه زما لخوا ژباړل‬
‫شوې کيسې دي‪ ،‬چې ټولې يېګانې پکې کارول شوې دي‪ .‬تاسو‬
‫بايد هڅه وکړئ‪ ،‬چې په نښه شويو وييونو کې سمه‬
‫بڼه په ګوته کړئ‪.‬‬

‫‪114‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫لومړۍ کيسه‬
‫يو وخت يو هلک و‪ ،‬چې ‪ /‬چي شپون و او د مېږو رمه يې ‪ /‬يي‬
‫بووله او څارله‪ .‬يوه ورځ دغه هلک له ډېرو ‪ /‬ډيرو څارلو ستړی ‪/‬‬
‫ستړې شو او زړه يې ‪ /‬يي تنګ شو‪ .‬نو يوه مفکوره يې ‪ /‬يي ذهن‬
‫ته ورغله‪ ،‬چې ‪ /‬چی راځه‪ ،‬دا کليوال د يوې ‪ /‬يوي ټوکې په موخه‬
‫په يو چل وغولوم‪ .‬ده په لوړ غږ دا چيغې‪/‬چيغي وهلې‪ " :‬اې‬
‫خلکو مرسته وکړئ ‪ /‬وکړۍ‪ ،‬لېوه راپسې ‪ /‬راپسي‬
‫دی‪ ،‬لېوه راپسې‪ /‬راپسي دی ‪ /‬دئ"‪.‬‬
‫کله چې ‪ /‬چي يې کليوالو غږ واورېد‪ ،‬نو په بيړه يې هلک ته‬
‫ورمنډه کړې ‪ /‬کړي‪ .‬کليوال چې ورورسېدل ‪ /‬ورورسيدل او له‬
‫ده يې وپوښتل‪ ،‬چې لېوه چيرته ‪ /‬چېرته دی ‪ /‬دي‪ .‬دی ‪ /‬دې‬
‫خټ خټ له خندا ورته شين شو او ورته ويې ويل‪ ،‬چې تاسو‬
‫ټول وغولېدئ ‪ /‬وغولېدۍ او ما هسې ‪ /‬هسي تېر ‪ /‬تيراېستلئ‪.‬‬
‫څو ورځې ‪ /‬ورځي وروسته دغه شپون هلک دغه چل بيا تکرار‬
‫کړ او د مرستې ‪ /‬مرستي غوښتو نارې يې ‪ /‬يي پيل کړې‪ .‬کله چې‬
‫کليوال په چټکۍ ‪ /‬چټکئ سره ورته راورسېدل او ويې ليدل ‪/‬‬
‫لېدل‪ ،‬چې دغه هلک دوی ‪ /‬دوئ بيا وغولول‪ ،‬نو ډېر ‪ /‬ډير‬
‫ورته په غوسه شول‪ .‬يو څه وخت وروسته يو لېوه د دغه هلک‬
‫رمې ‪ /‬رمي ته ورګډ شو او دده پر مېږو يې بريد ‪ /‬برېد وکړ‪.‬‬

‫‪115‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫شپون هلک له ډاره د کلي ‪ /‬کلی پر لوري منډې وکړې او د‬


‫مرستې ‪ /‬مرستي چيغې يې ووهلي ‪ /‬ووهلې ‪.‬‬
‫دا ځل يې کليوالو داسې انګېرل‪ ،‬دغه هلک به ورسره بيا د تېرو‬
‫‪ /‬تيرو دوو ځلو په څېر يو چل کوي ‪ /‬کوی‪ ،‬نو ورنغلل‪ .‬کله چې‬
‫هلک کلي ‪ /‬کلی ته راورسېد او کليوال يې سم خبر کړل‪ ،‬نو د‬
‫رمې ژغورلو لپاره يې په ګډه ورمنډې کړي ‪ /‬کړې‪ .‬هغوی ‪/‬‬
‫هغوۍ چې ورسېدل‪ ،‬نو مېږې ټولې ‪ /‬ټولي مړې ‪ /‬مړی پرتي ‪/‬‬
‫پرتې وې‪.‬‬

‫‪116‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫دويمه کيسه‬
‫يوه ورځ يو ځوان سړی ‪ /‬سړي د ښار په منځ کې ‪ /‬کي والړ و او‬
‫خلکو ته يې ويل‪ ،‬چې ‪ /‬چي دی په هغه سيمه کې ‪ /‬کي تر ټولو‬
‫ښکلی ‪ /‬ښکلې زړه لري ‪ /‬لری‪ .‬ډېر خلک ورته راټول شول او د‬
‫هغه سړي ‪ /‬سړی زړه يې ستايه‪ ،‬ځکه چې بشپړ و‪ .‬نه پکې ‪/‬‬
‫پکي ټکي ول او نه پکې ‪ /‬پکي تېروتنې‪ /‬تېروتني برېښېدې‪.‬‬
‫دوی ‪ /‬دوئ ټولو دده اند تاييد کړ او دا يې ومنله‪ ،‬چې دومره‬
‫ښکلی ‪ /‬ښکلې زړه يې تراوسه چېرته ‪ /‬چيرته نه و ليدلی‪.‬‬
‫نوموړي ‪ /‬نوموړی ځوان په دې ‪ /‬دي شېبه ‪ /‬شيبه ډېر ‪ /‬ډير وياړ‬
‫وښود او ځان يې له ښايه‪ .‬په ناڅاپي ډول په دې الرغه يو زوړ‬
‫سړی ‪ /‬سړې په دې خلکو کې‪ /‬کي راښکاره شو او دې ‪ /‬دی‬
‫ځوان سړي ‪ /‬سړی ته يې وويل‪ " ،‬ستاسو د زړه ښايست دومره‬
‫نه دی ‪ /‬دي لکه زما د زړه‪ .‬نوموړي ‪ /‬نوموړی ځوان او هغه‬
‫نورو خلکو ددغه بوډا سړي زړه ته ځير شول‪.‬‬
‫هغه‪ ،‬د زوړ سړي زړه‪ ،‬سخت ګړبېده‪ ،‬خو له داغونو ډک و‪ ،‬دا چې‬
‫ځيني ‪ /‬ځينې وړې ‪ /‬وړي برخې ‪ /‬برخي یې ليرې شوې وې ‪ /‬وي‬
‫او ځينې ‪ /‬ځيني نورې زړې ‪ /‬زړي تشې په نورو نويو پوښول‬
‫شوي ‪ /‬شوې وې‪ ،‬خو هغوی ‪ /‬هغوئ سره سمون نه خوړ او ځينې‬
‫‪ /‬ځيني ګوټونه يا کونجونه يې شلېدلي ‪ /‬شلېدلی وو‪ .‬همدا راز يې‬

‫‪117‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫زړه ځينې ‪ /‬ځيني دچې يا وړې کندې درلودې‪ .‬خلکو په ځير ځير‬
‫ورته کتل او له ځانونو سره يې دا اندل‪ ،‬چې دغه بوډا څنګه داسې‬
‫ځوان‬ ‫هغه‬ ‫د‬ ‫زړه‬ ‫دده‬ ‫چې‬ ‫شي‪،‬‬ ‫انګېرالی‬
‫سړي تر زړه ډېر ښکلی دی‪.‬‬
‫زوړ سړي ځواب ورکړ‪ :‬هو ستاسو زړه روغ او بشپړ ښکاري‪ ،‬خو‬
‫هېڅکله ‪ /‬هيڅکله به خپل زړه ستا پر زړه ورنکړم‪ .‬زما د زړه هر‬
‫داغ د يو انسان لپاره دی‪ ،‬چا ته چې ما مينه ‪ /‬مېنه ورکړې‪ .‬زه‬
‫مې ‪ /‬مي له زړه يوه ټوټه راغوڅوم او دوی ‪ /‬دوئ ته يې ورکوم او‬
‫کله نا کله دوی ‪ /‬دوئ هم ماته د خپلو زړونو ټوټې ‪ /‬ټوټي راکوي‪،‬‬
‫چې زما د زړه دا تشې ډکې ‪ /‬ډکي کړي‪ .‬خو دا چې سم نه ورسره‬
‫جوړېږي ‪ /‬جوړيږي‪ ،‬نو ځينې ‪ /‬ځيني څنډې يې ځيږې ‪ /‬ځيږي‬
‫وي‪ .‬زه هغه بيا هم ارزوم‪ ،‬ځکه چې ماته هغه مينه رايادوي‪ ،‬چې‬
‫موږ به له يو بل سره وېشله ‪ /‬ويشله‪ .‬کله نا کله به مې ځينو ته د‬
‫زړه ټوټې ورکولې‪ ،‬بې له دې ‪ /‬دي چې دوی يې هم راکړي‪ ،‬نو‬
‫همدا المل دی‪ ،‬چې زړه مې ‪ /‬مي لږې ‪ /‬لږي کندې او دچې هم‬
‫خطر‬ ‫په‬ ‫ځان‬ ‫کله‬ ‫نا‬ ‫کله‬ ‫ورکول‬ ‫مينه‬ ‫لري‪.‬‬
‫کې د اچولو مانا هم وي‪.‬‬
‫که څه هم دغه پرهارونه ال تازه دي ‪ /‬دی او خوږېږي ‪ /‬خوږيږي‪،‬‬
‫بيا هم ماته خپله مينه ‪ /‬مېنه رايادوي‪ ،‬چې هغو وګړو سره مې ‪/‬‬

‫‪118‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫مي لرله‪ .‬زه هيله ‪ /‬هېله لرم‪ ،‬چې يوه ورځ به دوی ‪ /‬دوئ بېرته‬
‫راشي ‪ /‬راشی او زما د زړه ټولې تشې ډکې کړي‪ .‬زاړه ورپسې ‪/‬‬
‫ورپسي زياته کړه‪ ،‬ښه نو اوس پوه شوې ‪ /‬شوی‪ ،‬چې‬
‫اصلي ښکال د يو زړه څه ته وايي ‪ /‬وايی؟‬
‫هغه ځوان سړی غلی والړ و او پر مخ يې اوښکې رابهېدې‪/‬‬
‫رابهېدي‪ .‬هغه دې بوډا ته ورنژدې شو او له زړه يې يوه ټوټه‬
‫راوشکوله او دې بوډا سړي ته يې ورکړه‪ ،‬چې لږ تر لږه يې يوه‬
‫تشه ورډکه کړي‪.‬‬

‫‪119‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫يو واو (و) که دوه واوونه (وو)؟‬

‫• هغه کړونه (فعلونه ( چې"ول" پای ته رسېږي‪ ،‬لکه کول‬


‫خوښول‪ ،‬نيول او داسې نور – له هغوی راوتلي فاعلي نومونه په‬
‫دوو 'و' لیکلی کېږي‪ ،‬لکه‪:‬‬
‫کوونکی‪ ،‬خوښوونکی‪ ،‬نيوونکی او داسې نور‬
‫• هغه کړونه‪ ،‬چې يوازې په "ل" پای ته رسېږي ( ويل‪ ،‬شنل‬
‫لوستل ‪ ،‬او داسې نور) له دوی راوتلي فاعلي نومونه په يو "و"‬
‫ليکل کېږي لکه‪:‬‬
‫ويونکی‪ ،‬شنونکی‪ ،‬لوستونکی او داسې نور‬

‫تمرين‪:‬‬
‫سمه بڼه پکې په نښه کړئ‪.‬‬
‫ښوونکی‪/‬ښونکی‬ ‫نيوونکی‪/‬نيونکی‬
‫کوونکی‪/‬کونکی‬ ‫شنوونکی‪/‬شنونکی‬
‫څېړوونکی‪/‬څېړونکې‬ ‫لېږوونکی‪/‬ليږونکی‬
‫هېروونکی‪/‬هېرونکی‬ ‫منونکی‪/‬منوونکی‬
‫پېرودوونکی‪/‬پېرودونکی‬ ‫پلوروونکی‪/‬پلورونکی‬
‫اخيستونکی‪/‬اخيستوونکی‬ ‫لوستوونکی‪/‬لوستونکی‬
‫کتونکی‪/‬کتوونکی‬ ‫ځلوونکی‪/‬ځلونکی‬

‫‪120‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫يځ‪ ،‬يز او ييز وروستاړي‬

‫نومونه لکه لنډيځ‪ ،‬بنديځ‪ ،‬وړانديځ‪ ،‬ختيځ او لوېديځ په "ځ" ليکل‬


‫کېږي او ډېر خلک يې په "ز" ليکي‪ ،‬څه چې ناسمه ده‪ .‬په "يز"‬
‫يا "ييز" يوازې هغه ستاينومونه ليکل کېږي‪ ،‬چې له نومونو‬
‫رغېدلي وي لکه‪ :‬ټولنيز ( ټولنه ‪ +‬يز )‪ ،‬سوله ييز…‬
‫دلته بيا کله "يز" او کله "ييز" کاروو?‬
‫نوم چې په خپلواک غږ (واول) "ه" پای ته رسېدلی وي‪ ،‬نو‬
‫ستاينوم يې بيا " ييز" ليکل کېږي لکه‪ :‬سوله ييز‪ ،‬سيمه ييز‬
‫که نوم په بېواک غږ ( کانسونېنټ ) پی ته رسېدلی وي‪ ،‬نو بيا‬
‫يې ستاينوم په "يز" راځي لکه‪ :‬اړخيز‪ ،‬دودېز‪ ،‬غږيز ‪...‬‬

‫په دې برخه کې دوه ځانګړي توپيرونه‪:‬‬

‫ستاينوم‬ ‫نررروم‬
‫ختيز )‪(Eastern‬‬ ‫ختيځ )‪(East‬‬
‫لوېديز )‪(Western‬‬ ‫لوېديځ )‪(West‬‬

‫بېلګې‪:‬‬

‫‪121‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• ددې هېواد په ختېځ کې ګرمي ده او په لوېديځ کې يې ساړه‬


‫دي‪.‬‬
‫• ددې هېواد ختيزو سيمو کې ګرمي ده او په لوېديزو سيمو کې‬
‫ساړه دي‪.‬‬
‫← ستاينوم سره تل نوم وي‪ ،‬چې د هغه حالت او څرنګوالی‬
‫ټاکي‪.‬‬
‫← سيمې پورتنۍ بېلګه کې نوم دی‪ ،‬چې ستاينوم "ختيز" يې‬
‫ټاکي‪.‬‬

‫‪122‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫مهالونه‬
‫په دې څپرکي کې تاسو ته د پښتو اړين مهالونه (زمانې) درپېژندل‬
‫کېږي‪ .‬خو يوه خبره د يادونې وړ ده چې د پښتو پر مهالونو ژوره‬
‫او پوره بريالۍ څېړنه او شننه ال نه ده شوې او ال زيات کار ته اړتيا‬
‫ليدل کېږي‪ ،‬نو له همدې کبله ما دغه تشه تر يو حده پورې ډکه‬
‫کړې ده‪ .‬د اوسمهال لپاره دا بسنه کوي چې زده کوونکي د پښتو‬
‫بېالبېل مهالونه تر يوې اندازې پورې وپېژني او جوړښتونه يې‬
‫سره‬ ‫اوړون‬ ‫کړ‬ ‫له‬ ‫پرته‬ ‫دې‬ ‫له‬ ‫او‬ ‫وپېژني‬
‫اشنا شي‪.‬‬

‫په پښتو کې مهالونه په ټولیز ډول دوې ځانګړنې ښووالی شي‬


‫چې هغه بشړتیا(مکملتوب) او نابشپړتیا دي‪.‬‬
‫مهالونه په ټوله کې په درېیو ډلو وېشل کېږي‪ :‬اوس‪ ،-‬تېر‪ -‬او‬
‫راتلونکی مهال‪.‬‬
‫بشپړ اوس‪ ،-‬تېر‪ -‬یا راتلونکی مهال یوځلتیا ښیي او نابشپړ‬
‫‪.‬یې بیاځلتیا یا تکرار ښیي‬
‫یوځلتیا په دې مانا چې چې کړنې یا پېښې یو ځل شتون مومي‬
‫او بیاځلتیا بلې خوا ته تکرار مومي‪ .‬په نورو ټکو‪ ،‬کړنې یا پېښې‬
‫بیا بیا منځته راځي‬

‫‪123‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫اوسمهال‪:‬‬
‫*کله چې زه کار وکړم‪ ،‬نو ستړی شم‪.‬‬
‫یوځلتیا څرګندوي ‪ -‬کله چې یو کار په یو ځانګړي صورت کې‬
‫بشپړ کړم‪ ،‬نو ستړی شم‪.‬‬
‫*کله چې زه کار کوم‪ ،‬نو ستړی کېږم‪.‬‬
‫بیاځلتیا څرګندوي ‪ -‬هر ځل چې کار کوم‪ ،‬نو ستړی یم‪.‬‬
‫*دغه ډاکټر ته ځه‪.‬‬
‫بیاځلتیا ښیي ‪ -‬هر کله چې ډاکټر ته ځم‪ ،‬نو دغه ډاکټر ته دې‬
‫ورځم یانې سپارښتنه ده‪.‬‬
‫*دغه ډاکټر ته الړ شه‪.‬‬
‫یوځلتیا ښيي ‪ -‬هماغه مهال چې کله ډاکټر ته د تګ هوډ نیسم‬

‫تېرمهال‪:‬‬
‫*تا زما زنګ پورته نه کړ‪.‬‬
‫یوځلتیا ښيي ‪ -‬ما په یو ځانګړي مهال یو ځل زنګ وهلی‬
‫دی‪ ،‬خو نه دی ځواب شوی‪.‬‬
‫*تا زما زنګ نه پورته کاوه‪.‬‬
‫بیاځلتیا ښیي ‪ -‬ما په یو ځانګړي مهال څو ځله د زنګ وهلو‬
‫کوښښ کړی‪ ،‬خو هر ځل نه دی ځواب شوی‪.‬‬

‫‪124‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫*تا هغه مهال زما خبره ومنله‪.‬‬


‫یوځلتیا ښیي ‪ -‬ما په یو ځانګړي مهال یوه ځانګړې خبره وکړه‬
‫چې ومنل شوه‪.‬‬
‫*تا هغه مهال زما خبره منله‪.‬‬
‫بیاځلتیا ښیي ‪ -‬ما چې به هغه مهال کله کومه خبره هم ورته‬
‫کوله‪ ،‬نو هر ځل به منل کېده‪.‬‬
‫راتلونکی‪:‬‬
‫*زه به اړیکه ونیسم‪.‬‬
‫یوځلتیا ښیي ‪ -‬زه په یو ځانګړي مهال اړیکه ونیسم‬
‫*زه به اړیکه نیسم‪.‬‬
‫بیاځلتیا ښیي ‪ -‬زه به راتلونکي کې بیا بیا اړیکې نیسم‬
‫*هغه به بیا داسې ونه کړي‪.‬‬
‫یوځلتیا ښیي ‪ -‬په یو ځانګړي مهال یا ځای کې به داسې کار‬
‫هغه ترسره نه کړي‪( .‬داسې مفهوم ترې اخیستل کېږي چې دغه‬
‫کار یې تر اوسه یو ځل کړی دی)‬
‫*هغه به بیا داسې نه کوي‪ .‬بیاځلتیا ښیي‬
‫هغه به نور په راتلونکي دغه کار نه تکراروي (داسې مفهوم‬
‫ترې اخیستل کېږي چې دغه کار یې مخکې بیا بیا کاوه)‬
‫‪:‬یادونه‬

‫‪125‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫یوځلتیا یا بشپړ مهالونه په دې جوتېږي چې ډېری (اکثر) د کړ‬


‫(فعل) سټه په 'و' ځایناستي (صرف) پیلېږي‪.‬‬

‫د مهالونو ډولونه او د دوی جوړښتونه‬


‫نابشپړ اوسمهال‬
‫‪ :۱‬د حقايقو لپاره يا هغه څه چې رښتيا وي‪:‬‬
‫• اوبه په ‪(۱۰۰‬څلزيوس) درجه کې اېشېږي‪.‬‬
‫• يوه اوونۍ اووه ورځې لري‪.‬‬
‫‪ :۲‬هغه کړنې ‪ /‬چارې يا حاالت چې له عام ژوند ( ورځنی‪،‬‬
‫باقاعده ‪ ،‬تکراري) سره تړلي وي‪.‬‬
‫• زه هره ورځ ښوونځي ته ځم‪.‬‬
‫• هغه درې ځله په اوونۍ تکړښت ( سپورټ) کوي‪.‬‬
‫• زه هر ګهيځ په ‪ ۷‬بجو پاڅم‪.‬‬
‫• زه په يو لوی شرکت کې کار کوم‪.‬‬

‫‪ :۳‬هغه مهالوېشونه او نېټې چې نژدې راتلونکي ته اشاره کوي‪.‬‬


‫• زما الوتنه په درې بجو ده‪.‬‬
‫• سبا ماسپشين زما اورګاډی رارسېږي‪.‬‬
‫• اورګاډی په اووو بجو روانېږي‪.‬‬

‫‪126‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ :۴‬ليدنې يا مالقتونه په نژدې راتلونکی کې‪:‬‬


‫• زه سبا له خپل ملګري سره وينم‪.‬‬
‫• په راتلونکې اوونۍ کې زه له ډاکټر سره يوه ليدنېټه لرم‪.‬‬
‫• ولسمشر په راروانه اوونۍ کې له ټرمپ سره ګوري‪.‬‬

‫‪ : ۵‬هغه کړنو يا پېښو لپاره راځي چې په تېرمهال کې پيل شوې‬


‫وي او په اوسمهال کې دوام لري‪.‬‬
‫• زه له دوو ګړيو راهيسې تاته انتظار کوم‪( .‬انتظار دوې ګړۍ‬
‫مخکې پيل شوی او تر اوسه دوام لري)‪.‬‬
‫• څلور کاله کېږي چې زه په کابل کې ژوند کوم‪ ( .‬په کابل کې‬
‫ژوند کول څلور کاله مخکې پيل شوی او ال روان دی)‪.‬‬
‫• يوه ګړۍ کېږي چې باران ورېږي‪.‬‬

‫يادونه‪:‬‬
‫د دا ډول کړنو څرګندولو لپاره بايد دوه مهالي کړولونو (قيدونو)‬
‫ورسره وي‪ ،‬يا " له ‪ .....‬راهيسې'' او وخت ‪ +‬کېږي چې''‪.‬‬
‫'' له ‪ +‬وخت ‪ +‬راهيسې ‪ +‬د کړ نابشپړ اوسمهالي بڼه يا وخت‬
‫‪ +‬کېږي چې ‪ +‬د کړ نابشپړ اوسمهالي بڼه''‪.‬‬

‫‪127‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د نابشپړ اوسمهال جوړښت‪:‬‬


‫د کړ (فعل) سټه ‪ +‬م‪/‬ي‪/‬ې‪/‬و‪/‬ئ‪/‬ي تاړي‪.‬‬
‫کړ سټه = له کړ وروستی توری (الم) ليرې کول او پورتني پايونه‬
‫ورپسې تړل‪.‬‬

‫زه کوم‬ ‫لکه‬ ‫زه =<م‬


‫ته کوې‬ ‫لکه‬ ‫ته =<ې‬
‫هغه کوي‬ ‫لکه‬ ‫هغه =<ي‬
‫موږ کوو‬ ‫لکه‬ ‫موږ =<و‬
‫تاسو کوئ‬ ‫لکه‬ ‫تاسو =<ئ‬
‫هغوي کوي‬ ‫لکه‬ ‫هغوی =<ي‬

‫د ډېرو کارېدونکو کړونو سټې‪:‬‬

‫سټه‬ ‫کړ‬ ‫سټه‬ ‫کړ‬


‫کو‪-‬‬ ‫کول‬ ‫خور‪-‬‬ ‫خوړل‬
‫نيس‪-‬‬ ‫نيول‬ ‫ښي‪-‬‬ ‫ښودل‬
‫وهر‪-‬‬ ‫وهل‬ ‫وين‪-‬‬ ‫ليدل‬
‫ورکو‪-‬‬ ‫ورکول‬ ‫لېږ‪-‬‬ ‫لېږل‬
‫ګور‪-‬‬ ‫کتل‬ ‫من‪-‬‬ ‫منل‬

‫‪128‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بول‪-‬‬ ‫بلل‬ ‫اخل‪-‬‬ ‫اخيستل‬


‫خاند‪-‬‬ ‫خندل‬ ‫واي‪-‬‬ ‫ويل‬
‫لمبېږ‪-‬‬ ‫لمبېدل‬ ‫غورځېږ‪-‬‬ ‫غورځېدل‬
‫ځ‪-‬‬ ‫تلل‬ ‫راځ‪-‬‬ ‫راتلل‬

‫جاري نابشپړ اوسمهال‬


‫‪ :۱‬هغه کړنې چې سړی يې دمګړۍ کوي او دوام لري‪ ،‬يا هغه‬
‫پېښې چې دمګړۍ روانې وي‪.‬‬
‫• زه لګيا يم کار کوم‪ ( .‬همدا شېبه يا دمګړۍ په کار بوخت يم)‬
‫• زما مور لګيا ده پخلی کوي‪ ( .‬زما مور همدا ګړۍ په پخلي‬
‫بوخته ده)‪.‬‬
‫• اوس بازار ته مه ځه‪ ،‬بهر واوره لګيا ده ورېږي‪ ( .‬واوره هغه‬
‫شېبه‪ ،‬چې ويونکی غږېږي‪ ،‬ورېږي)‬
‫يادونه‪:‬‬
‫که وويل شي '' دلته واوره ورېږي يا نه ورېږي''‪ ،‬نو بيا نابشپړ‬
‫اوسمهال دی او دا مانا ورکوي چې ياد ځای کې واوره په‬
‫عمومي ډول ورېږي يا نه ورېږي کله چې موسم يخ وي‪.‬‬

‫‪129‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫جوړښت‪:‬‬
‫لګيا ‪ +‬د ول اوسمهالي بڼه ‪ +‬د عمومي کړ نابشپړ اوسمهالي‬
‫بڼه‪:‬‬
‫زه لګيا يم کار کوم ← لګيا ‪ +‬يم ( د ول اوسمهالي بڼه) ‪ +‬کوم‬
‫(کول اوسمهالي بڼه)‬
‫د ول مرستیال کړ اوسمهالي بڼې ټولو کسانو‬
‫لپاره‪:‬‬
‫زه یم – ته یې – هغه دی‪/‬ده – موږ یو – تاسو یئ – هغوی دي‬

‫ساده بشپړ تېرمهال‬


‫‪ : ۱‬هغو کړنو او پېښو لپاره چې په تېرمهال کې په يو '' ټاکلي‬
‫يا معلوم '' وخت بشپړې ترسره شوې وي‪ .‬د ټاکلي وخت‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫پرون‪ ،‬مخکې يا وړاندې‪ ،‬اګاهو‪ ،‬تېرکال‪ ،‬تېره اوونۍ‪ ،‬په ‪ +‬شمېره‬
‫‪ +‬کال کې لکه په ‪۱۹۶۰‬م کال کې‪ ،‬په ‪ +‬شمېره ‪ +‬بجو لکه په‬
‫‪ ۱۲‬بجو او په اکثر هغه ناخپلواکو غونډلو کې چې ''کله‬
‫چې '' پکې راغلي وي‪.‬‬

‫‪130‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫• پرون زه ښار ته الړم‪.‬‬
‫• دوه کاله اګاهو مې هغه په پاريس کې وليده‪.‬‬
‫• ما څو دقيقې مخکې ډوډۍ وخوړه‪.‬‬
‫• احمد تېره اوونۍ ومړ‪.‬‬
‫• لومړۍ نړيواله جګړه په ‪۱۹۱۴‬م کال کې پيل شوه‪.‬‬
‫• زه په دوو بجو کور ته راغلم‪.‬‬
‫• پرون په ښار کې لويه چاودنه وشوه‪.‬‬
‫• څو ورځې مخکې ډېره ځمکه وښويېده‪.‬‬
‫• کله چې زنګ راغی‪ ،‬زه ژر راويښ شوم‪.‬‬

‫‪ :۲‬هغه کړنې يا پېښې چې په ټاکلي وخت پرلپسې په تېرمهال‬


‫کې ترسره شوې وي‪:‬‬
‫• پرون چې زه کور ته راغلم‪ ،‬لږه دمه مې وکړه‪ ،‬بيا مې ډوډۍ‬
‫وخوړه او ورپسې مې ولمبل‪.‬‬
‫• په ‪۲۰۰۲‬م کال کې هغه له پوهنتونه فارغ شو‪ ،‬بيا يې واده وکړ‬
‫څو مياشتې وروسته يې يوه لور وزېږېده‪( .‬له پوهنتون او‬
‫فارغېدل‪ ،‬واده کول او لور زېږېدل ټول په ‪۲۰۰۲‬م کال کې‬
‫شوي دي)‬

‫‪131‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ :۳‬د وخت هغه پېر يا موده چې په تېرمهال کې پيل شوې وي‬


‫او په تېرمهال کې پايېدلې هم وي‪.‬‬
‫• ما په المان کې دوه کاله تېر کړل‪.‬‬
‫• هغې پنځه کال په جپانۍ ژبه کې زدکړې وکړې‪.‬‬
‫• موږ دېرش دقيقې په ټليفون وغږېدو‪.‬‬

‫د ساده بشپړ تېرمهال جوړښت‪:‬‬


‫د ياد مهال کړ اوړون اکثر په ''و'' تاړي پيلېږي لکه وکړ‪ ،‬وښود‪،‬‬
‫ورغی‪ ،‬ورسېده او داسې نور‬
‫په هر تېرمهال کې کړ د مفعول له جنس او شمېر سره برابرېږي‬
‫‪ ،‬نو د نابشپړ اوسمهال غوندې يې پايونه يو شان نه پاتې کېږي‪.‬‬

‫د لېږند کړونو اوړون‪:‬‬


‫که مفعول نرينه يوګړی وي‪ ،‬بيا کړ يا په يو بېواک غږ ( لکه وکړ‪،‬‬
‫وښود ‪ ،‬وکوت‪ ،‬وخوړ ‪ )....‬يا په زورکي ( وواهه‪ ،‬ونيوه‪،‬‬
‫وليکه‪ ،‬ورغاوه‪ )....‬پای ته رسېږي‪.‬‬

‫‪132‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلګې‪:‬‬

‫• ما کار وکړ‪.‬‬
‫• ما هغه ته يو ځای وښود‪.‬‬
‫• ما يو خط وليکه‪.‬‬
‫( کار‪ ،‬ځای او خط نرينه نومونه دي او مفرد)‬
‫← که مفعول نرينه ډېرګړی وي‪ ،‬بيا کړ تل په ''ل'' پايېږي‪.‬‬
‫لکه‪ :‬وکړل‪ ،‬وښودل‪ ،‬وکتل‪ ،‬وخوړل ‪................‬‬
‫بېلګه‪ :‬ما کارونه وکړل‪.‬‬

‫← که مفعول ښځینه یوګړی وي‪ ،‬بیا کړ تل په زور پایېږي‬


‫لکه‪ :‬وکړه‪ ،‬وښوده‪ ،‬وکتله‪ ،‬وخوړه‪...‬‬
‫بېلګه‪ :‬ما یوه لیکنه وکړه‪.‬‬

‫← که مفعول ښځينه ډېرګړی وي‪ ،‬بيا کړ تل په ''ې'' پايېږي‬


‫لکه‪:‬‬
‫وکړې‪ ،‬وښودې‪ ،‬وکتلې‪ ،‬وخوړې ‪...............‬‬
‫بېلګه‪ :‬ما څو ليکنې وکړې‪.‬‬

‫‪133‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د تر ټولو ډېرو کارېدونکو لېږند کړونو اوړون په ساده بشپړ‬


‫تېرمهال کې‪:‬‬

‫ښځ ر ډېرګری‬ ‫نر ر ډېرګړی ښځ ر يوګړی‬ ‫نر ر يوګړی‬


‫وخوړې‬ ‫وخوړه‬ ‫وخوړل‬ ‫وخوړ‬
‫ونيولې‬ ‫ونيوله‬ ‫ونيول‬ ‫ونيوه‬
‫وښودې‬ ‫وښوده‬ ‫وښودل‬ ‫وښود‬
‫ووهلې‬ ‫ووهله‬ ‫ووهل‬ ‫وواهه‬
‫وليدلې‬ ‫وليدله‬ ‫وليدل‬ ‫وليد‬
‫ورکړې‬ ‫ورکړه‬ ‫ورکړل‬ ‫ورکړ‬
‫ولېږلې‬ ‫ولېږله‬ ‫ولېږل‬ ‫ولېږه‬
‫وکتې‬ ‫وکته‬ ‫وکتل‬ ‫وکوت‬
‫ومنلې‬ ‫ومنله‬ ‫ومنل‬ ‫ومانه‬
‫وبللې‬ ‫وبلله‬ ‫وبلل‬ ‫وباله‬
‫واخيستې‬ ‫واخيسته‬ ‫واخيستل‬ ‫واخيست‬

‫ځاني نومځري د مفعول په توکه‪:‬‬


‫که مفعول "زه" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې م (میم) تړل‬
‫کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬هغه احمد زه ووهلم‪.‬‬
‫که مفعول "ته" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ې تړل کېږي‪ ،‬لکه‪:‬‬

‫‪134‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫احمد ته ووهلې؟‬
‫که مفعول "هغه (نرینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه تل مختلفه وي‬
‫‪ -‬یانې کله په زورکي او کله په بېواک غږ‪ ،‬لکه‪:‬‬
‫احمد هغه وواهه‪( .‬ه زورکی)‬
‫احمد هغه ونه لید‪( .‬د بېواک غږ)‬
‫که مفعول "هغه (ښځینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ه (زور)‬
‫تړل کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد هغه ووهله‪.‬‬
‫)ه په ووهله کې زور دی(‬
‫که مفعول "موږ" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې لنډ و تړل کېږي‪،‬‬
‫لکه‪ :‬احمد موږ ووهلو‪.‬‬
‫که مفعول "تاسو" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ئ تړل کېږي‪،‬‬
‫لکه‪ :‬احمد تاسو ووهلئ‪.‬‬
‫که مفعول "هغوی (نرینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ل تړل‬
‫کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد هغوی ووهل‪.‬‬
‫که مفعول "هغوی (ښځینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ې تړل‬
‫کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد هغوی ووهلې‬
‫یادونه‪ :‬داسې جملو کې ته او هغوی (شځینه) یو شان اړول‬
‫کېږي‪.‬‬

‫‪135‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د نالېږند کړونو اوړون‪:‬‬


‫بېلګه‬ ‫سټه ‪ +‬تاړی‬ ‫کس‪/‬نومځری‬
‫زه وغورځېدم‬ ‫لکه‪:‬‬ ‫کړ سټه ‪ +‬م‬ ‫زه‪:‬‬
‫ته وغورځېدې‬ ‫لکه‪:‬‬ ‫کړ سټه ‪ +‬ې‬ ‫ته‪:‬‬
‫هغه وغورځېد‬ ‫کړ سټه ‪ +‬زورکی لکه‪:‬‬ ‫هغه (نرينه)‪:‬‬
‫هغه وغورځېده‬ ‫لکه‪:‬‬ ‫کړ سټه ‪ +‬زور‬ ‫هغه (ښځينه)‪:‬‬
‫موږ وغورځېدو‬ ‫لکه‪:‬‬ ‫کړ سټه ‪ +‬و‬ ‫موږ‪:‬‬
‫تاسو وغورځېدئ‬ ‫لکه‪:‬‬ ‫کړ سټه ‪ +‬ئ‬ ‫تاسو‪:‬‬
‫وغورځېدل‬ ‫لکه‪:‬‬ ‫هغوی (نرينه)‪ :‬کړ سټه ‪ +‬ل‬
‫وغورځېدې‬ ‫لکه‪:‬‬ ‫هغوی (ښځينه)‪ :‬کړ سټه ‪ +‬ې‬
‫هغوی (نرينه يا‬
‫وغورځېدل‬ ‫لکه‪:‬‬ ‫کړ سټه ‪ +‬ل‬
‫ښځينه)‪:‬‬

‫ځينې ال زمي کړونه‪:‬‬


‫راتلل‪-‬تلل‪-‬وتل‪-‬لوېدل‪-‬شول‪-‬لمبېدل‬
‫زه‪ ،‬ته‪،‬هغه (ښځينه)‪ ،‬موږ‪ ،‬تاسو‪ ،‬هغوی‪ ،‬هغوی (ښځينه)‪:‬‬
‫زه‪ :‬راغلم‪/‬الړم‪/‬ووتم‪/‬ولوېدم‪/‬شوم‪/‬ولمبېدم‬
‫ته‪ :‬راغلې‪/‬الړې‪/‬ووتې‪/‬ولوېدې‪/‬شوې‪/‬ولمبېدې‬
‫هغه نر‪ :‬راغی‪/‬الړ‪/‬وووت‪/‬ولوېد‪/‬شو‪/‬ولمبېد‬
‫هغه ښځه‪ :‬راغله‪/‬الړه‪/‬ووته‪/‬ولوېده‪/‬شوه‪/‬ولمبېده‬
‫‪136‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫موږ‪ :‬راغلو‪/‬الړو‪/‬ووتو‪/‬ولوېدو‪/‬شوو‪/‬ولمبېدو‬
‫تاسو‪ :‬راغلئ‪/‬الړئ‪/‬ووتئ‪/‬ولوېدئ‪/‬شوئ‪/‬ولمبېدئ‬
‫هغوی نر‪ :‬راغلل‪/‬الړل‪/‬ووتل‪/‬ولوېدل‪/‬شول‪/‬ولمبېدل‬
‫هغوی ښځه‪ :‬راغلې‪/‬الړې‪/‬ووتې‪/‬ولوېدې‪/‬شوې‪/‬ولمبېدې‬

‫د چارکړ اوړون‪:‬‬
‫چار کړ بدلون نه مومي لکه‪ :‬خندل‪ ،‬ژړل‪ ،‬ويل ‪..........‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫• ما‪/‬تا‪/‬هغه‪/‬هغې‪/‬موږ‪/‬تاسو‪/‬هغوی وخندل‪.‬‬
‫• ما‪/‬تا‪/‬هغه‪/‬هغې‪/‬موږ‪/‬تاسو‪/‬هغوی وويل‪.‬‬
‫یادونه‪:‬‬
‫دا چې چار کړ څه ته وایي‪ ،‬د کړ په برخه کې یې وګورئ!‬
‫ځينې چارکړونه‪:‬‬
‫ما ولمبل‬ ‫ما وخندل‬ ‫ما وژړل‬
‫تا ولمبل‬ ‫تا وخندل‬ ‫تا وژړل‬
‫هغه ولمبل‬ ‫هغه وخندل‬ ‫هغه وژړل‬
‫هغې ولمبل‬ ‫هغې وخندل‬ ‫هغې وژړل‬
‫موږ ولمبل‬ ‫موږ وخندل‬ ‫موږ وژړل‬
‫تاسو ولمبل‬ ‫تاسو وخندل‬ ‫تاسو وژړل‬
‫هغوی ولمبل‬ ‫هغوی وخندل‬ ‫هغوی وژړل‬

‫‪137‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د ډېر کارېدونکو کړونو سټې په ساده بشپړ تېرمهال کې‪:‬‬


‫بشپړ تېرمهال سټه‬ ‫کړ‬
‫وکړ‪-‬‬ ‫کول‬
‫وخوړ‪-‬‬ ‫خوړل‬
‫ونيو‪-‬‬ ‫نيول‬
‫وښود‪-‬‬ ‫ښودل‬
‫يوازې '' نرينه مفعول '' لپاره‬
‫ووهر ‪-‬‬ ‫وهل‬
‫الف پکې راځي‬
‫وليد ‪-‬‬ ‫ليدل‬
‫ورکړ ‪-‬‬ ‫ورکول‬
‫ولېږ ‪-‬‬ ‫لېږل‬
‫يوازې '' نرينه مفعول '' لپاره‬
‫وکت ‪-‬‬ ‫کتل‬
‫وکوت راځي‬
‫يوازې '' نرينه مفعول '' لپاره ا‬
‫ومن ‪-‬‬ ‫منل‬
‫ومانه راځي‬
‫يوازې '' نرينه مفعول '' لپاره‬
‫وبلل ‪-‬‬ ‫بلل‬
‫وباله راځي‬
‫واخيست ‪-‬‬ ‫اخيستل‬
‫ټولو لپاره يو شان‬ ‫وخندل‬ ‫خندل‬

‫‪138‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ټولو لپاره يو شان‬ ‫وويل‬ ‫ويل‬


‫ولمبېد ‪-‬‬ ‫لمبېدل‬
‫غورځېدل وغورځېد ‪-‬‬
‫الړ ‪-‬‬ ‫تلل‬
‫يوازې ''هغه'' نر لپاره راغی‬ ‫راغل ‪-‬‬ ‫راتلل‬

‫نابشپړ تېرمهال‪:‬‬

‫‪ :۱‬هغه کړنه يا پېښه څرګندوي چې په تېرمهال کې روانه وي يا‬


‫په جريان کې وي‪.‬‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫• زه لګيا وم ليکنه مې کوله‪.‬‬
‫• زه لګيا وم په بڼ کې مې کار کاوه‪.‬‬
‫يادونه‪:‬‬
‫په نابشپړ تېرمهال کې '' لګيا ‪ +‬د ول'' تېرمهال لوېدای هم شي‪،‬‬
‫خو د جاري کړنې پېژندو لپاره يې پرېښودل اړين دي‪ .‬لکه موږ‬
‫ويالی شو چې '' ما ليکنه کوله'' د ''زه لګيا وم ليکنه مې‬
‫کوله'' پر ځای‪.‬‬
‫‪ :۲‬دوې کړنې چې په تېرمهال کې هممهال جاري يا روانې وي‪:‬‬

‫‪139‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• پرون غرمه زه لګيا وم کالي مې اوتو کول او مېرمن مې پخلی‬


‫کاوه‪ ( .‬داسې هم ويلی شو‪ '' :‬پرون غرمه ما کالي اوتو‬
‫کول او زما مېرمن پخلی‬
‫کاوه")‪.‬‬
‫‪ :۳‬يوه په تېرمهال کې روانه کړنه چې د يوې کړنې لخوا په منځ‬
‫کې غوڅه شوې وي‪ .‬هغه هم اکثر په هغو غونډلو کې چې '' کله‬
‫چې '' پکې راغلی وي‪.‬‬
‫زه لګيا وم ډوډۍ مې خوړله‪ ،‬کله چې زما د ملګري زنګ راغی‬
‫(دلته روانه کړنه ډوډۍ خوړل ده او د نوې کړنې '' زنګ راغی''‬
‫لخوا غوڅه شوې ده‪) .‬‬
‫يادونه‪:‬‬
‫په داسې حالتونو کې نوې يا لنډې کړنې په ساده بشپړتېرمهال‬
‫کې راځي او روانې کړنې په نابشپړ تېرمهال کې راځي‪.‬‬

‫‪ :۴‬ورځنۍ چار يا روټين په تېرمهال کې‪:‬‬


‫• پخوا ما په يوه لويه کمپنۍ کې کار کاوه‪.‬‬
‫‪ :۵‬يو وضيعت په تېرمهال کې‪:‬‬
‫• ما مخکې په دې کار کې ستونزې لرلې‪.‬‬

‫‪140‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د تر ټولو دېر کارېدونکو لېږند کړونو اوړون په نابشپړ‬


‫تېرمهال کې‪:‬‬

‫ښځ ر ډېرګری‬ ‫نر ر ډېرګړی ښځ ر يوګړی‬ ‫نر ر يوګړی‬


‫کولې‬ ‫کوله‬ ‫کول‬ ‫کاوه‬
‫خوړلې‬ ‫خوړله‬ ‫خوړل‬ ‫خوړ‬
‫نيولې‬ ‫نيوله‬ ‫نيول‬ ‫نيو‬
‫ښودلې‬ ‫ښودله‬ ‫ښودل‬ ‫ښود‬
‫وهلې‬ ‫وهله‬ ‫وهل‬ ‫واهه‬
‫ليدلې‬ ‫ليدله‬ ‫ليدل‬ ‫ليده‬
‫ورکولې‬ ‫ورکوله‬ ‫ورکول‬ ‫ورکاوه‬
‫لېږلې‬ ‫لېږله‬ ‫لېږل‬ ‫لېږه‬
‫کتې‬ ‫کتله‬ ‫کتل‬ ‫کوت‬
‫منلې‬ ‫منله‬ ‫منل‬ ‫مانه‬
‫بللې‬ ‫بلله‬ ‫بلل‬ ‫باله‬
‫اخيستې‬ ‫اخيسته‬ ‫اخيستل‬ ‫اخيست‬

‫ځاني نومځري د مفعول په توکه‪:‬‬


‫که مفعول "زه" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې م (میم) تړل‬
‫کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬هغه احمد زه وهلم‪.‬‬
‫که مفعول "ته" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ې تړل کېږي‪ ،‬لکه‪:‬‬
‫‪141‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫احمد ته وهلې؟‬
‫که مفعول "هغه (نرینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه تل مختلفه وي‬
‫‪ -‬یانې کله په زورکي او کله په بېواک غږ‪ ،‬لکه‪:‬‬
‫احمد هغه واهه‪( .‬ه زورکی)‬
‫احمد هغه نه لید‪( .‬د بېواک غږ)‬
‫که مفعول "هغه (ښځینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ه (زور)‬
‫تړل کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد هغه وهله‪) .‬ه په وهله کې زور دی(‬
‫که مفعول "موږ" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې لنډ و تړل کېږي‪،‬‬
‫لکه‪ :‬احمد موږ وهلو‪.‬‬
‫که مفعول "تاسو" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ئ تړل کېږي‪،‬‬
‫لکه‪ :‬احمد تاسو وهلئ‪.‬‬
‫که مفعول "هغوی (نرینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ل تړل‬
‫کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد هغوی وهل‪.‬‬
‫که مفعول "هغوی (ښځینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ې تړل‬
‫کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد هغوی وهلې‬

‫‪142‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ځينې ال زمي کړونه‪:‬‬


‫راتلل‪-‬تلل‪-‬وتل‪-‬لوېدل‪-‬شول‪-‬لمبېدل‬
‫زه‪ ،‬ته‪،‬هغه (ښځينه)‪ ،‬موږ‪ ،‬تاسو‪ ،‬هغوی‪ ،‬هغوی (ښځينه)‪:‬‬
‫زه‪ :‬راتلم‪/‬تلم‪/‬وتم‪/‬لوېدم‪/‬کېدم‪/‬لمبېدم‬
‫ته‪ :‬راتلې‪/‬تلې‪/‬وتې‪/‬لوېدې‪/‬کېدې‪/‬لمبېدې‬
‫هغه نر‪ :‬راته‪/‬ته‪/‬ووت‪/‬لوېده‪/‬کېده‪/‬لمبېده (پښتونخوا کې په ۀ)‬
‫هغه ښځه‪ :‬راتله‪/‬تله‪/‬وتله‪/‬لوېدله‪/‬کېدله‪/‬لمبېدله‬
‫موږ‪ :‬راتلو‪/‬تلو‪/‬وتلو‪/‬لوېدو‪/‬کېدو‪/‬لمبېدو‬
‫تاسو‪ :‬راتلئ‪/‬تلئ‪/‬وتلئ‪/‬لوېدئ‪/‬کېدئ‪/‬لمبېدئ‬
‫هغوی نر‪ :‬راتلل‪/‬تلل‪/‬وتل‪/‬لوېدل‪/‬کېدل‪/‬لمبېدل‬
‫هغوی ښځه‪ :‬راتلې‪/‬تلې‪/‬وتې‪/‬لوېدې‪/‬کېدې‪/‬لمبېدې‬

‫ځينې چارکړونه‪:‬‬

‫ما لمبل‬ ‫ما خندل‬ ‫ما ويل‬


‫تا لمبل‬ ‫تا خندل‬ ‫تا ويل‬
‫هغه لمبل‬ ‫هغه خندل‬ ‫هغه ويل‬
‫هغې لمبل‬ ‫هغې خندل‬ ‫هغې ويل‬
‫موږ لمبل‬ ‫موږ خندل‬ ‫موږ ويل‬
‫تاسو لمبل‬ ‫تاسو خندل‬ ‫تاسو ويل‬
‫هغوی لمبل‬ ‫هغوی خندل‬ ‫هغوی ويل‬
‫‪143‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫نژدې بشپړ تېرمهال‪:‬‬


‫‪ )۱‬هغه کړنې چې په تېرمهال کې ترسره شوې وي‪ ،‬خو اغېزې‬
‫یې په اوسمهال کې لیدل کېږي‪.‬‬
‫* د نغمې پښه شنه ده‪ ،‬ځکه چې له کټ څخه غورځېدلې ده‪ ( .‬له‬
‫غورځدو راپدېخوا ډېر وخت نه دی تېر شوی‪ ،‬ځکه خو یې‬
‫اغېز (شنه پښه) په اوسمهال کې لیدل کېږي‪) .‬‬
‫* زما خېټه خوږېږي‪ ،‬ځکه چې ډېره ډوډۍ مې خوړلې ده‪( .‬ډېر‬
‫وخت نه کېږي چې ډوډۍ مې وخوړه او د خېټې خوږ یې په‬
‫اوسمهال کې لیدل کېږي)‬

‫‪ )۲‬هغه کړنې چې د وخت په هغه دوران کې ترسره شوې وي‬


‫چې ال ختم نه وي ‪:‬‬
‫* په دې اوونۍ کې هغه دوه ځله سینما ته تللې ده‪( .‬اوونۍ ال‬
‫تېره نه ده)‬
‫* سږ کال ډېر باران شوی دی‪( .‬کال ال نه دی تېر)‬

‫‪ )۳‬تکراري کړنې چې د تېر‪ -‬او اوسمهال تر منځ دوره کې‬


‫ترسره شوې وي‬
‫* موږ درې ځله امریکا ته تللي یو‪.‬‬

‫‪144‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫* هغه تر اوسه دوه ځله کابل ته تللی دی‪.‬‬

‫‪ )۴‬هغه کړنې چې د ترسره کېدو وخت یې اړین نه وي‪ .‬یا هغه‬


‫کړنې چې په یو نامعلوم وخت په تېرمهال کې ترسره شوې وي‪.‬‬
‫* هغه دوه کتابونه لیکلي دي‪( .‬دا نه ده مهمه چې کله یې لیکلي‬
‫دي)‬
‫* یو چا د هغه موبایل پټ کړی دی‪.‬‬

‫جوړښت‪ :‬څنګه چې په مخکېنیو څپرکیو کې یاده شوې ده‪ ،‬د‬


‫تېرمهال په هره بڼه کې کړ د نوم (مفعول‪/‬فاعل) له جنس او‬
‫شمېر سره برابرېږي‪.‬‬

‫د لېږند کړونو اوړون په نژدې بشپړ تېرمهال کې‪:‬‬


‫=> که مفعول نرینه او یوګړی وي‪ :‬د کړ(فعل) سټه ‪ +‬ی ‪ +‬دی‬
‫لکه‪ :‬ما کار کړی دی‪.‬‬
‫=> که مفعول نرینه او ډېرګړی وي‪ :‬د کړ سټه ‪ +‬ي ‪ +‬دي‬
‫لکه‪ :‬ما کارونه کړي دي‪.‬‬

‫=> که مفعول ښځینه او یوګړی وي‪ :‬د کړ سټه ‪ +‬ې ‪ +‬ده‬


‫لکه‪ :‬ما یوه لیکنه کړې ده‪.‬‬
‫=> که مفعول ښځینه او ډېرګړی وي‪ :‬د کړ سټه ‪ +‬ې ‪ +‬دي‬

‫‪145‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫لکه‪ :‬ما څو لیکنې کړې دي‬


‫(یادونه‪ :‬د فعل سټه په ټولو بېلګو کې "کړ" ده )‬

‫ډېر کارېدونکي لېږند کړونه‪:‬‬


‫ښځ ر ډېرګری‬ ‫ښځ ر يوګړی‬ ‫نر ر ډېرګړی‬ ‫نر ر يوګړی‬
‫کړې دي‬ ‫کړې ده‬ ‫کړي دي‬ ‫کړی دی‬
‫خوړلې دي‬ ‫خوړلې ده‬ ‫خوړلي دي‬ ‫خوړلی دی‬
‫نيولې دي‬ ‫نيولې ده‬ ‫نيولي دي‬ ‫نيولی دی‬
‫ښودلې دي‬ ‫ښودلې ده‬ ‫ښودلي دي‬ ‫ښودلی دی‬
‫وهلې دي‬ ‫وهلې ده‬ ‫وهلي دي‬ ‫وهلی دی‬
‫ليدلې دي‬ ‫ليدلې ده‬ ‫ليدلي دي‬ ‫ليدلی دی‬
‫ورکړې دي‬ ‫ورکړې ده‬ ‫ورکړي دي‬ ‫ورکړی دی‬
‫لېږلې دي‬ ‫لېږلې ده‬ ‫لېږلي دي‬ ‫لېږلی دی‬
‫کتلې دي‬ ‫کتلې ده‬ ‫کتلي دي‬ ‫کتلی دی‬
‫منلې دي‬ ‫منلې ده‬ ‫منلي دي‬ ‫منلی دی‬
‫بللې دي‬ ‫بللې ده‬ ‫بللي دي‬ ‫بللی دی‬
‫اخيستلې دي‬ ‫اخيستلی دی اخيستلي دي اخيستلې ده‬

‫ځاني نومځري د مفعول په توکه‪:‬‬


‫که مفعول "زه" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ی او ‪ +‬یم تړل‬
‫‪146‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬هغه احمد زه وهلی یم‪.‬‬


‫که مفعول "ته" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ی ‪ +‬یې تړل کېږي‪،‬‬
‫لکه‪ :‬احمد ته وهلی یې؟ (که دغه ته ښځینه کس وي بیا وهلې‬
‫په ې راځي)‬
‫که مفعول "هغه (نرینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ی ‪ +‬دی‬
‫تړل کېږي لکه‪ :‬احمد هغه وهلی دی‬
‫که مفعول "هغه (ښځینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ې ‪ +‬ده‬
‫تړل کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد هغه وهلې ده‪.‬‬
‫که مفعول "موږ" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ي ‪ +‬یو تړل‬
‫کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد موږ وهلي یو‪.‬‬
‫که مفعول "تاسو" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ي ‪ +‬یئ تړل‬
‫کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد تاسو وهلي یئ‪.‬‬
‫که مفعول "هغوی (نرینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ي ‪ +‬دي‬
‫تړل کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد هغوی وهلي دي‬
‫که مفعول "هغوی (ښځینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ې ‪+‬‬
‫دي تړل کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد هغوی وهلې دي‪.‬‬

‫‪147‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د نالېږند کړونو اوړون په نژدې بشپړ تېرمهال کې‪:‬‬


‫زه‪ :‬کړ سټه‪+‬ی ‪ +‬یم لکه زه راغلی یم‬
‫ته‪ :‬کړ سټه‪+‬ی ‪ +‬یې لکه ته راغلی یې‬
‫هغه نر‪ :‬کړ سټه‪+‬ی ‪ +‬دی لکه هغه راغلی دی‬
‫هغه ښځه‪ :‬کړ سټه‪+‬ې ‪ +‬ده لکه هغه راغلې ده‬
‫موږ‪ :‬کړ سټه‪+‬ي ‪ +‬یو لکه موږ راغلي یو‬
‫تاسو‪ :‬کړ سټه‪+‬ي ‪ +‬یئ لکه تاسو راغلي یئ‬
‫هغوی (نرینه)‪ :‬کړ سټه‪+‬ي ‪ +‬دي لکه هغوی راغلي دي‬
‫هغوی (ښځینه)‪ :‬کړ سټه‪+‬ې ‪ +‬دي لکه هغوی راغلې دي‬

‫ډېر کارېدونکي نالېږند کړونه‪:‬‬


‫زه‪ ،‬ته‪،‬هغه (ښځينه)‪ ،‬موږ‪ ،‬تاسو‪ ،‬هغوی‪ ،‬هغوی (ښځينه)‪:‬‬
‫راتلل‪-‬تلل‪-‬وتل‪-‬لوېدل‪-‬شول‪-‬لمبېدل‬
‫زه‪ :‬راغلی یم ‪/‬تللی یم ‪/‬وتلی یم ‪/‬لوېدلی یم‪/‬شوی یم‪/‬لمېدلی یم‬
‫ته‪ :‬راغلی یې‪/‬تللی یې‪/‬وتلی یې ‪/‬لوېدلی یې‪/‬شوی یې‪/‬لمېدلی یې‬
‫هغه نر‪ :‬راغلی دی ‪/‬تللی دی‪/‬وتلی دی‪/‬لوېدلی دی‪/‬شوی دی‪/‬‬
‫لمېدلی دی‬
‫هغه ښځه‪ :‬راغلې ده ‪/‬تللې ده ‪/‬وتلې ده ‪/‬لوېدلې ده ‪/‬شوې ده‪/‬‬
‫لمېدلې ده‬
‫موږ‪ :‬راغلي یو ‪/‬تللي یو ‪/‬وتلي یو ‪/‬لوېدلي یو‪/‬شوي یو‪/‬لمېدلي یو‬

‫‪148‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫تاسو‪:‬راغلي یئ‪/‬تللي یئ‪/‬وتلي یئ ‪/‬لوېدلي یئ‪/‬شوي یئ‪/‬لمېدلي‬


‫یئ‬
‫هغوی نر‪ :‬راغلي دي ‪/‬تللي دي‪/‬وتلي دي ‪/‬لوېدلي دي‪/‬شوي دي‬
‫‪ /‬لمېدلی دي‬
‫هغوی ښځ‪ :.‬راغلې دي‪/‬تللې دي ‪/‬وتلې دي‪/‬لوېدلې دي‪/‬شوې‬
‫دي‪ /‬لمېدلې دي‬

‫ځينې چارکړونه‪:‬‬

‫ما‪ ،‬تا‪ ،‬هغه‪ ،‬هغې‪ ،‬موږ‪ ،‬تاسو‪ ،‬هغوی (ویل‪/‬خندل‪/‬لمبل)‬

‫ويل ‪ /‬خندل ‪ /‬لمبېدل‬


‫ما لمبلي دي‬ ‫ما خندلي دي‬ ‫ما ويلي دي‬
‫تا لمبلي دي‬ ‫تا خندلي دي‬ ‫تا ويلي دي‬
‫هغه لمبلي دي‬ ‫هغه خندلي دي‬ ‫هغه ويلي دي‬
‫هغې ويلي دي هغې خندلي دي هغې لمبلي دي‬
‫موږ ويلي دي موږ خندلي دي موږ لمبلي دي‬
‫تاسو ويلي دي تاسو خندلي دي تاسو لمبلي دي‬
‫هغوی لمبلي‬ ‫هغوی خندلي‬ ‫هغوی ويلي‬
‫دي‬ ‫دي‬ ‫دي‬

‫‪149‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫لیرې بشپړ تېرمهال‪:‬‬

‫دغه مهال هغو کړنو يا پېښو لپاره کاروو چې په تېرمهال کې له يو‬


‫ټاکلي وخت مخکې يا په بله وينا‪ ،‬تر نورو کړنو مخکې په‬
‫تېرمهال کې بشپړې شوې وي‪.‬‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫• ما کورنۍ دنده کړې وه چې زه بهر الړم‪ ( .‬کورنۍ دنده کول‬
‫لومړۍ ترسره شوې کړنه ده‪ ،‬نو په ليرې بشپړتېرمهال کې‬
‫راځي)‪.‬‬
‫• کله چې زه د اورګاډي اډې ته رسېدم‪ ،‬نو رېلګاډی رانه تللی و‪.‬‬
‫( د اورګاډي تګ زما تر رسېدو مخکې وشو‪ ،‬نو ځکه "تلل" په‬
‫ليرې بشپړ تېرمهال کې راځي)‬
‫• زه دباندې تللی وم‪ ،‬نو ځکه ستا تلېفون رانه تېر شو‪ ( .‬زما د‬
‫دباندې تګ تر تلېفون زنګ مخکې و)‬
‫جوړښت‪:‬‬
‫د ليرې بشپړ تېرمهال جوړښت نژدې بشپړتېرمهال ته ډېر ورته‬
‫دی‪ .‬یوازې مرستیال کړ یې سره توپیرېږي‪.‬‬

‫‪150‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د لېږند کړونو اوړون‪:‬‬


‫← که مفعول نرينه او يوګړی وي‪ :‬د کړ سټه ‪ +‬ی ‪ +‬و‬
‫لکه‪ :‬ما کار کړی و‪.‬‬
‫← که مفعول نرينه او ډېرګړی وي‪ :‬د کړ سټه ‪ +‬ي ‪ +‬ول‪ /‬وو‪.‬‬
‫لکه‪ :‬ما کارونه کړي ول ‪ /‬وو‪.‬‬
‫← که مفعول ښځينه او يوګړی وي‪ :‬د کړ سټه ‪ +‬ې ‪ +‬وه‪.‬‬
‫لکه‪ :‬ما يوه ليکنه کړې وه‪.‬‬
‫← که مفعول ښځينه او ډېرګړی وي‪ :‬د کړ سټه ‪ +‬ې ‪ +‬وې‪.‬‬
‫لکه‪ :‬ما څو ليکنې کړې وې‪.‬‬

‫د تر ټولو ډېر کارېدونکو لېږند کړونو اوړون په ليرې‬


‫تېرمهال کې‪:‬‬

‫ښځ ر‬
‫ښځ ر يوګړی‬ ‫نر ر ډېرګړی‬ ‫نر ر يوګړی‬
‫ډېرګری‬
‫کړې وې‬ ‫کړې وه‬ ‫کړي وو‬ ‫کړی و‬
‫خوړلې وې‬ ‫خوړلې وه‬ ‫خوړلي وو‬ ‫خوړلی و‬
‫نيولې وې‬ ‫نيولې وه‬ ‫نيولي وو‬ ‫نيولی و‬
‫ښودلې وې‬ ‫ښودلې وه‬ ‫ښودلي وو‬ ‫ښودلی و‬
‫وهلې وې‬ ‫وهلې وه‬ ‫وهلي وو‬ ‫وهلی و‬

‫‪151‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ليدلې وې‬ ‫ليدلې وه‬ ‫ليدلي وو‬ ‫ليدلی و‬


‫ورکړې وې‬ ‫ورکړې وه‬ ‫ورکړي وو‬ ‫ورکړی و‬
‫لېږلې وې‬ ‫لېږلې وه‬ ‫لېږلي وو‬ ‫لېږلی و‬
‫کتلې وې‬ ‫کتلې وه‬ ‫کتلي وو‬ ‫کتلی و‬
‫منلې وې‬ ‫منلې وه‬ ‫منلي وو‬ ‫منلی و‬
‫بللې وې‬ ‫بللې وه‬ ‫بللي وو‬ ‫بللی و‬
‫اخيستلې وې‬ ‫اخيستلي وو اخيستلې وه‬ ‫اخيستلی و‬

‫ځاني نومځري د مفعول په توکه‬


‫که مفعول "زه" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ی او ‪ +‬وم تړل *‬
‫کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬هغه احمد زه وهلی وم‪.‬‬
‫که مفعول "ته" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ی ‪ +‬وې تړل کېږي‪،‬‬
‫لکه‪ :‬احمد ته وهلی وې؟ (که دغه ته ښځینه کس وي بیا وهلې‬
‫وې راځي)‬
‫که مفعول "هغه (نرینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ی ‪ +‬و‬
‫تړل کېږي لکه‪ :‬احمد هغه وهلی و‪.‬‬
‫که مفعول "هغه (ښځینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ې ‪ +‬وه‬
‫تړل کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد هغه وهلې وه‪.‬‬
‫که مفعول "موږ" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ي ‪ +‬وو تړل‬
‫کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد موږ وهلي وو‪.‬‬
‫‪152‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫که مفعول "تاسو" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ي ‪ +‬وئ تړل‬
‫کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد تاسو وهلي وئ‪.‬‬
‫که مفعول "هغوی (نرینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ي ‪ +‬وو‬
‫تړل کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد هغوی وهلي وو‪.‬‬
‫که مفعول "هغوی (ښځینه)" وي‪ ،‬نو بیا د کړ سټه پسې ې ‪+‬‬
‫وې تړل کېږي‪ ،‬لکه‪ :‬احمد هغوی وهلې وې‪.‬‬

‫د ال زمي کړونو لپاره يې جوړښت داسې دی‪.‬‬


‫زه‪ :‬کړ سټه‪+‬ی ‪ +‬وم لکه زه راغلی وم‬
‫ته‪ :‬کړ سټه‪+‬ی ‪ +‬وې لکه ته راغلی وې‬
‫هغه نر‪ :‬کړ سټه‪+‬ی ‪ +‬و لکه هغه راغلی و‬
‫هغه ښځه‪ :‬کړ سټه‪+‬ې ‪ +‬وه لکه هغه راغلې وه‬
‫موږ‪ :‬کړ سټه‪+‬ي ‪ +‬وو لکه موږ راغلي وو‬
‫تاسو‪ :‬کړ سټه‪+‬ي ‪ +‬وئ لکه تاسو راغلي وئ‬
‫هغوی (نرینه)‪ :‬کړ سټه‪+‬ي ‪ +‬وو‪/‬ول لکه هغوی راغلي وو‪/‬ول‬
‫هغوی (ښځینه)‪ :‬کړ سټه‪+‬ې ‪ +‬وې لکه هغوی راغلې وې‬

‫‪153‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ډېر کارېدونکو نالېږند کړونو اوړون په لیرې بشپړ تېرمهال‬


‫کې‪:‬‬
‫زه‪ ،‬ته‪،‬هغه (ښځينه)‪ ،‬موږ‪ ،‬تاسو‪ ،‬هغوی‪ ،‬هغوی (ښځينه)‪:‬‬
‫راتلل‪-‬تلل‪-‬وتل‪-‬لوېدل‪-‬شول‪-‬لمبېدل‬
‫زه‪ :‬راغلی وم‪/‬تللی وم‪/‬وتلی وم ‪/‬لوېدلی وم‪/‬شوی وم‪/‬لمېدلی وم‬
‫ته‪ :‬راغلی وې‪/‬تللی وې‪/‬وتلی وې‪/‬لوېدلی وې‪/‬شوی وې‪/‬لمېدلی‬
‫وې‬
‫هغه نر‪ :‬راغلی و ‪/‬تللی و‪/‬وتلی و‪/‬لوېدلی و‪/‬شوی و‪ /‬لمېدلی و‬
‫هغه ښځ‪ :.‬راغلې وه ‪/‬تللې وه‪/‬وتلې وه‪/‬لوېدلې وه‪/‬شوې وه‪/‬‬
‫لمېدلې وه‬
‫موږ‪ :‬راغلي وو‪/‬تللي وو‪/‬وتلي وو‪/‬لوېدلي وو‪/‬شوي وو‪/‬لمېدلي وو‬
‫تاسو‪:‬راغلي وئ‪/‬تللي وئ‪/‬وتلي وئ‪/‬لوېدلي وئ‪/‬شوي وئ‪/‬‬
‫لمېدلي وئ‬
‫هغوی نر‪ :‬راغلي وو‪/‬تللي وو‪/‬وتلي وو ‪/‬لوېدلي وو‪/‬شوي وو ‪/‬‬
‫لمېدلي وو‬
‫هغوی ښځ‪ :.‬راغلې وې‪/‬تللې وې‪/‬وتلې وې‪/‬لوېدلې وې‪/‬شوې‬
‫وې‪ /‬لمېدلې وې‬

‫‪154‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ځينې چارکړونه‪:‬‬
‫ما‪ ،‬تا‪ ،‬هغه‪ ،‬هغې‪ ،‬موږ‪ ،‬تاسو‪ ،‬هغوی (ویل‪/‬خندل‪/‬لمبل)‪:‬‬
‫ما لمبلي وو‬ ‫ما خندلي وو‬ ‫ما ويلي وو‬
‫تا لمبلي وو‬ ‫تا خندلي وو‬ ‫تا ويلي وو‬
‫هغه لمبلي وو‬ ‫هغه خندلي وو‬ ‫هغه ويلي وو‬
‫هغې لمبلي وو‬ ‫هغې خندلي وو‬ ‫هغې ويلي وو‬
‫موږ لمبلي وو‬ ‫موږ خندلي وو‬ ‫موږ ويلي وو‬
‫تاسو لمبلي وو‬ ‫تاسو خندلي وو‬ ‫تاسو ويلي وو‬
‫هغوی ويلي وو هغوی خندلي وو هغوی لمبلي وو‬

‫روږدنی (اعتيادي) نابشپړتېرمهال‪:‬‬

‫‪ : ۱‬هغو روږدتياوو يا عادتونو لپاره چې په تېرمهال کې په يو‬


‫ځانګړي دوران کې سړي لرل‪.‬‬
‫• زه چې کله ماشوم وم‪ ،‬نو ما به ملګرو سره ډېرې لوبې کولې‪.‬‬
‫( يانې د ماشومتوب په دوره کې ډېرې لوبې کول زما يو عادت‬
‫و)‬
‫• څو کاله مخکې به ما لس سيګرټونه په ورځ کې څکول‪.‬‬
‫( د لسو سيګرټو څکولو عادت مې څو کاله مخکې الره)‬

‫‪155‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• مخکي به خلک ساده وو او پر افسانوي څيزونو به يې باور‬


‫کاوه۔‬
‫• پخوا به خلکو له يو بل سره ډېره راشه درشه کوله‪ ،‬خو د‬
‫انترنېټ له راتګ سره هر څه بدل شول‪.‬‬

‫د روږدني نابشپړ تېرمهال جوړښت‪:‬‬


‫به ‪ +‬نابشپړتېرمهال ← لکه په لومړۍ بېلګه کې کولې په جاري‬
‫تېرمهال کې راغلی‪.‬‬
‫د تر ټولو ډېر کارېدونکو لېږند کړونو اوړون په روږدني‬
‫تېرمهال کې‪:‬‬
‫ښځ ر ډېرګری‬ ‫ښځ ر يوګړی‬ ‫نر ر ډېرګړی‬ ‫نر ر يوګړی‬
‫به کولې‬ ‫به کوله‬ ‫به کول‬ ‫به کاوه‬
‫به خوړلې‬ ‫به خوړله‬ ‫به خوړل‬ ‫به خوړ‬
‫به نيولې‬ ‫به نيوله‬ ‫به نيول‬ ‫نه نيو‬
‫به ښودې‬ ‫به ښوده‬ ‫به ښودل‬ ‫به ښود‬
‫به وهلې‬ ‫به وهله‬ ‫به وهل‬ ‫به واهه‬
‫به ليدلې‬ ‫به ليدله‬ ‫به ليدل‬ ‫به ليده‬
‫به ورکولې‬ ‫به ورکوله‬ ‫به ورکول‬ ‫به ورکاوه‬
‫به لېږلې‬ ‫به لېږله‬ ‫به لېږل‬ ‫به لېږه‬

‫‪156‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫به کتې‬ ‫به کته‬ ‫به کتل‬ ‫به کوت‬


‫به منلې‬ ‫به منله‬ ‫به منل‬ ‫به مانه‬
‫به بللې‬ ‫به بلله‬ ‫به بلل‬ ‫به باله‬
‫به اخيستې‬ ‫به اخيسته‬ ‫به اخيستل‬ ‫به اخيست‬

‫ځينې ال زمي کړونه‪:‬‬


‫زه‪ ،‬ته‪،‬هغه (ښځينه)‪ ،‬موږ‪ ،‬تاسو‪ ،‬هغوی‪ ،‬هغوی (ښځينه)‪:‬‬
‫راتلل‪-‬تلل‪-‬وتل‪-‬لوېدل‪-‬شول‪-‬لمبېدل‬
‫زه‪ :‬به‪ +‬راتلم‪/‬تلم‪/‬وتم‪/‬لوېدم‪/‬کېدم‪/‬لمبېدم‬
‫ته‪ :‬به‪ +‬راتلې‪/‬تلې‪/‬وتې‪/‬لوېدې‪/‬کېدې‪/‬لمبېدې‬
‫هغه نر‪ :‬به‪ +‬راته‪/‬ته‪/‬ووت‪/‬لوېده‪/‬کېده‪/‬لمبېده (پښتونخوا کې په ۀ)‬
‫هغه ښځه‪ :‬به‪ +‬راتله‪/‬تله‪/‬وتله‪/‬لوېدله‪/‬کېدله‪/‬لمبېدله‬
‫موږ‪ :‬به‪ +‬راتلو‪/‬تلو‪/‬وتلو‪/‬لوېدو‪/‬کېدو‪/‬لمبېدو‬
‫تاسو‪:‬به‪ +‬راتلئ‪/‬تلئ‪/‬وتلئ‪/‬لوېدئ‪/‬کېدئ‪/‬لمبېدئ‬
‫هغوی نر‪ :‬به‪ +‬راتلل‪/‬تلل‪/‬وتل‪/‬لوېدل‪/‬کېدل‪/‬لمبېدل‬
‫هغوی ښځه‪ + :‬راتلې‪/‬تلې‪/‬وتې‪/‬لوېدې‪/‬کېدې‪/‬لمبېدې‬

‫‪157‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ځينې چارکړونه‪:‬‬
‫ویل‪/‬خندل‪/‬لمبل‬
‫ما به لمبل‬ ‫ما به خندل‬ ‫ما به ويل‬
‫تا به لمبل‬ ‫تا به خندل‬ ‫تا به ويل‬
‫هغه به لمبل‬ ‫هغه به خندل‬ ‫هغه به ويل‬
‫هغې به لمبل‬ ‫هغې به خندل‬ ‫هغې به ويل‬
‫موږ به لمبل‬ ‫موږ به خندل‬ ‫موږ به ويل‬
‫تاسو به لمبل‬ ‫تاسو به خندل‬ ‫تاسو به ويل‬
‫هغوی به خندل هغوی به لمبل‬ ‫هغوی به ويل‬

‫ساده بشپړ راتلونکی مهال‪:‬‬


‫ياد مهال موږ په پښتو کې د راروان وخت بېالبېلو حالتونو لپاره‬
‫کاروو او تل يې د مرستيال کړ "به" په مرسته څرګندوو‪.‬‬

‫‪ :۱‬نيتونه يا هوډونه څرګندوي چې راتلونکي کې وي‪ .‬هغه‬


‫يوه پرېکړه‪ ،‬ژمنه‪ ،‬وړانديځ‪ ،‬غوښتنه‪ ،‬نټه (انکار) کېدای ‪.‬نيت‬
‫شي‬
‫• زه به سبا ښار ته الړ شم‪( .‬پرېکړه‪ ،‬اراده)‬
‫• زه به بيا پر چا باور ونه کړم‪( .‬ځاني ژمنه)‬

‫‪158‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• زه به بيا ته کله هم خفه نه کړم‪ ( .‬له چا سره ژمنه)‬


‫• راځه‪ ،‬زه به درسره په دې کار کې مرسته وکړم‪( .‬وړانديځ)‬
‫• له ما سره به مرسته وکړې؟ (غوښتنه)‬
‫• زه به ستا ونه منم‪( .‬نټه)‬

‫‪ :۲‬هغو پرېکړو لپاره چې سم له السه يې کوو او ډېر نژدې‬


‫راتلونکي ته اشاره کوو‪.‬‬
‫• زما ساړه کېږي‪ ،‬نو دا کړکۍ به بنده کړم‪.‬‬
‫• څوک ور ټکوي‪ ،‬نو زه به يې وګورم چې څوک دی‪.‬‬

‫‪ :۳‬ګومان د راتلونکي لپاره‪:‬‬


‫• دا ټول کار به ته په يوه ورځ کې ختم نه کړې‪.‬‬
‫‪ :۴‬وړاندوينې د راتلونکي په اړه‪:‬‬
‫• په راروان وخت کې به د تېلو بيه ډېره لوړه شي‪.‬‬
‫• د يوې نوې څېړنې له مخې به په ‪ ۲۰۵۰‬کال کې د مسلمانانو‬
‫شمېره تر غیر مسلمانانو پورته شي‪.‬‬
‫‪ :۵‬د هيلو لپاره په راتلونکي کې‪:‬‬
‫• هر څه به سم شي‪ ،‬اندېښنه مه کوه‪.‬‬
‫• هغه به بېرته راشي‪ ،‬خدای خو لوی دی‪.‬‬

‫‪159‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ :۶‬شرطونه د راتلونکي مهال لپاره‪:‬‬


‫• که سبا باران نه وي‪ ،‬نو زه به خپل ملګري ته ورشم‪ ( .‬شرط‪:‬‬
‫که سبا باران نه وي)‬
‫جوړښت‪:‬‬
‫به ‪ +‬و ‪ +‬د اصلي کړ سټه ‪ +‬د ساده اوسمهال پايونه‬
‫(م‪/‬ې‪/‬ي‪/‬و‪/‬ئ‪/‬ي)‬

‫بېلګه‪:‬‬
‫• زه به کار وکړم‪.‬‬
‫که په غونډله کې اصلي کړ نه وي‪ ،‬خو يو مرستيال کړ وي‪ ،‬نو‬
‫هغه اکثر د "شول" اوړون اخلي او په همدې پايونو‪:‬‬

‫شم ‪ /‬شې ‪ /‬شي‪ /‬شو ‪ /‬شئ ‪ /‬شي‬


‫ته به خوښ شې‪.‬‬ ‫زه به خوښ شم‪.‬‬
‫هغه به خوښ ‪ /‬خوښه شي‪ .‬موږ به خوښ شو‪.‬‬
‫هغوی به خوښ شي‪.‬‬ ‫تاسو به خوښ شئ‪.‬‬

‫‪160‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫نژدې بشپړ راتلونکی‪:‬‬

‫د هغو کړونو يا حالتونو لپاره چې په راتلونکي کې تر يو ټاکلي‬


‫وخت مخکې بشپړې شوي وي‪.‬‬
‫• ما به دغه کار ستا تر راتلو مخکې ختم کړی وي‪.‬‬
‫د اورګاډي له رارسېدو مخکې به زه اډې (سټيشن) ته‬ ‫•‬
‫رسېدلی يم‪.‬‬
‫• ما به تر ‪ ۲۰۱۹‬پورې واده کړی وي‪.‬‬
‫• رښتيا چې راځي نو دروغو به کلي ړنګ کړي وي‪.‬‬

‫د تر ټولو ډېر کارېدونکو لېږند کړونو اوړون په نژدې بشپړ‬


‫راتلونکی‪:‬‬

‫ښځ ر ډېرګری‬ ‫ښځ ر يوګړی‬ ‫نر ر ډېرګړی‬ ‫نر ر يوګړی‬


‫به کړې وي‬ ‫به کړې وي‬ ‫به کړي وي‬ ‫به کړی وي‬
‫به خوړلې وي‬ ‫به خوړلې وي‬ ‫به خوړلي وي‬ ‫به خوړلی وي‬
‫به ښودلی وي به ښودلي وي به ښودلې وي به ښودلې وي‬
‫به وهلې وي‬ ‫به وهلې وي‬ ‫به وهلي وي‬ ‫به وهلی وي‬
‫به ليدلې وي‬ ‫به ليدلې وي‬ ‫به ليدلي وي‬ ‫به ليدلی وي‬
‫به ورکړی وي به ورکړي وي به ورکړې وي به ورکړې وي‬
‫به لېږلې وي‬ ‫به لېږلې وي‬ ‫به لېږلي وي‬ ‫به لېږلی وي‬

‫‪161‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫به کتلې وي‬ ‫به کتلې وي‬ ‫به کتلي وي‬ ‫به کتلی وي‬
‫به منلې وي‬ ‫به منلې وي‬ ‫به منلي وي‬ ‫به منلی وي‬
‫به بللې وي‬ ‫به بللې وي‬ ‫به بللي وي‬ ‫به بللی وي‬

‫د ال زمي کړونو اوړون په نژدې بشپړ راتلونکی کې ‪:‬‬


‫زه‪ :‬به کړ سټه‪+‬ی ‪ +‬یم لکه زه راغلی یم‬
‫ته‪ :‬به کړ سټه‪+‬ی ‪ +‬یې لکه ته راغلی یې‬
‫هغه نر‪ :‬به کړ سټه‪+‬ی ‪ +‬دی لکه هغه راغلی دی‬
‫هغه ښځه‪ :‬به کړ سټه‪+‬ې ‪ +‬ده لکه هغه راغلې ده‬
‫موږ‪ :‬به کړ سټه‪+‬ي ‪ +‬یو لکه موږ راغلي یو‬
‫تاسو‪ :‬به کړ سټه‪+‬ي ‪ +‬یئ لکه تاسو راغلي یئ‬
‫هغوی (نرینه)‪ :‬به کړ سټه‪+‬ي ‪ +‬دي لکه هغوی راغلي دي‬

‫ډېر کارېدونکي نالېږند کړونه‪:‬‬

‫راتلل‪-‬تلل‪-‬وتل‪-‬لوېدل‪-‬شول‪-‬لمبېدل‬
‫زه‪ :‬به ‪ +‬راغلی یم ‪/‬تللی یم ‪/‬وتلی یم ‪/‬لوېدلی یم‪/‬شوی یم‪/‬لمېدلی‬
‫یم‬
‫ته‪ :‬به ‪+‬راغلی یې‪/‬تللی یې‪/‬وتلی یې ‪/‬لوېدلی یې‪/‬شوی یې‪/‬لمېدلی‬
‫یې۔‬
‫هغه نر‪ :‬به ‪ +‬راغلی وي‪/‬تللی وي‪/‬وتلی وي‪/‬لوېدلی وي‪/‬شوی‬

‫‪162‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫وي‪ /‬لمېدلی وي‬


‫هغه ښځه‪ :‬به ‪+‬راغلې وي‪/‬تللې وي‪/‬وتلې وي‪/‬لوېدلې وي ‪/‬شوې‬
‫وي‪ /‬لمېدلې وي‬
‫موږ‪ :‬به ‪ +‬راغلي یو ‪/‬تللي یو ‪/‬وتلي یو ‪/‬لوېدلي یو‪/‬شوي‬
‫یو‪/‬لمېدلي یو‬
‫تاسو‪ :‬به ‪ +‬راغلي یئ‪/‬تللي یئ‪/‬وتلي یئ ‪/‬لوېدلي یئ‪/‬شوي‬
‫یئ‪/‬لمېدلي یئ‬
‫هغوی نر‪ :‬به ‪ +‬راغلي وي ‪/‬تللي وي‪/‬وتلي وي‪/‬لوېدلي وي‪/‬شوي‬
‫وي ‪ /‬لمېدلی وي‬
‫هغوی ښځ‪:.‬به ‪ +‬راغلې وي‪/‬تللې وي ‪/‬وتلې وي‪/‬لوېدلې وي‪/‬‬
‫شوې وي‪ /‬لمېدلې وي‬
‫ځينې چارکړونه‪ :‬ویل‪/‬خندل‪/‬لمبل‬
‫ما به لمبلي وي‬ ‫ما به خندلي وي‬ ‫ما به ويلي وي‬
‫تا به لمبلي وي‬ ‫تا به خندلي وي‬ ‫تا به ويلي وي‬
‫هغه به خندلي وي هغه به لمبلي وي‬ ‫هغه به ويلي وي‬
‫هغې به خندلي وي هغې به لمبلي وي‬ ‫هغې به ويلي وي‬
‫موږ به خندلي وي موږ به لمبلي وي‬ ‫موږ به ويلي وي‬
‫تاسو به خندلي وي تاسو به لمبلي وي‬ ‫تاسو به ويلي وي‬
‫هغوی به لمبلي وي‬ ‫هغوی به خندلي وي‬ ‫هغوی به ويلي وي‬

‫‪163‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫نابشپړ راتلونکی مهال‪:‬‬

‫‪ :۱‬هغه کړنې چي په راتلونکي کې پيلېږي او تر يو وخته پورې‬


‫دوام لري‪.‬‬
‫• تر څو چې رارسېدلې نه وي‪ ،‬ته به هغې ته انتظار کوې‪.‬‬
‫• سبا دا مهال به زه کار کوم‪.‬‬

‫‪ : ۲‬د راتلونکي په اړه تصور او اټکل‪:‬‬


‫• يو وخت به ګاډي د ځمکې پرځای په هوا الوځي‪.‬‬
‫• يوه ورځ به ته ډېر نوميالی يې او خلک به دې پوښتنو ته‬
‫راځي‪.‬‬
‫• يوه ورځ به نه يم او ته به راپسې ژاړې‬

‫‪ :۳‬تکراري کړنې په راتلونکي کې‪:‬‬


‫• څو کاله وروسته به زه په ښوونځي کې درس ورکوم‪.‬‬
‫• کله چې مې زوی شپږ کلن شي‪ ،‬نو هره ورځ به یې وړکتون‬
‫ته بوځم‪.‬‬

‫‪164‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ناخبري وجه‬
‫يو کړ دی چې په اوس او تېرمهالونو کې ډول ډول حالتونه‬
‫څرګندوي لکه‪ :‬ارمان‪ ،‬هيله‪ ،‬ولوله‪ ،‬شونتيا‪ ،‬سپارښتنه‪،‬‬
‫ليد(نظر)‪ ،‬توان‪ ،‬ټينګار او داسې نور‪.‬‬
‫په پښتو ژبه کې د ناخبري وجې څرګندولو لپاره کله نا کله د کړ‬
‫سټه پسې '' الف '' او ''ی'' تړل کېږي‬

‫د ناخبري وجې حالتونه په تېرمهال کې‪:‬‬

‫ارماني تېر مهال‪:‬‬


‫دناپوره کېدونکو ارمانونو څرګندولو لپاره ار کړ (اصلي فعل)‬
‫پسې '' ای '' تړل کېږي‪.‬‬
‫که چېرې په جمله کې له ار کړ سره مرستيال کړ راشي‪ ،‬نو بيا‬
‫يوازې هغه کې يو زيات "الف" راځي‪.‬‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫* کراش ترا زه نرازوالی ← نرازول ار کړ دی‪ ،‬نو يو "الف" پکې‬
‫زياتېږي‪.‬‬
‫* کاش ته راغلی وای‪ ← .‬دلته له ار کړ "راغلی"سره مرستيال‬
‫کړ "وی" ‪ ،‬نو يوازې "وای" الف خپلوي او ار کړه په خپله بڼه‬

‫‪165‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫پاتې کېږي‪ .‬په لنډه‪" ،‬کاش ته راغالی وای" غونډله ناسمه‬


‫ده‪.‬‬
‫شرطي تېرمهال‪:‬‬
‫دا دارماني تېرمهال غوندې د ناپوره کېدونکو شرطونو څرګندولو‬
‫لپاره هم کړ (فعل) يو "الف" خپلوي‪.‬‬
‫بېلګه‪:‬‬
‫* که ته راغلی وای ‪ ←...‬يوازې مرستيال کړ "الف" خپلوي‪.‬‬

‫ټينګاري تېرمهال‪:‬‬
‫د هغو کړنو څرګندولو لپاره چې په تېرمهال کې ترسره کېدای‬
‫شوې يا پکار وه چې ترسره شوې وای‪ ،‬ار کړ "الف" خپلوي او‬
‫که مرستيال کړ ورسره وي‪ ،‬بيا يوازې هغه‪.‬‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫* زه به راغلی وای‪ ،‬خو شونې نه وه‪.‬‬
‫* ما به درکتالی او تا به راکتالی‪.‬‬
‫* ته بايد راغلی وای‪.‬‬
‫* هغه بايد کار کړی وای‪.‬‬

‫‪166‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫تواني تېرمهال‪:‬‬
‫د ناپوره کېدونکو کړنو څرګندولو لپاره چې په تېرمهال کې ترسره‬
‫کېدای شوې‪.‬‬
‫خو دلته بيا د پورتنيو حالتونو په شان يوازې ار کړ "الف"‬
‫خپلوي اومرستيال کړ نه‪.‬‬
‫په الندېینیو بېلګو کې "شول‪/‬شو" مرستيال کړونه دي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫* هغه وکړای شول چې هلته الړ شي‪.‬‬
‫* هغه راتالی شو‪ ،‬خو رانغی‪.‬‬
‫* هغوی کوالی شول چې راشي‪.‬‬

‫ګوماني تېرمهال‪:‬‬
‫د تېر حالت په اړه ګومانونه څرګندوي‪ .‬دلته بيا د کړ په سرررټه کې‬
‫"الرف" نرره ورزيرراترېرږي‪ .‬د شررر رونرتريررا يررا امرکررانري کرړولرونرو‬
‫(ښايي‪ ،‬ګوندې) او مرستيال کړ به په مرسته يې څرګندوو‪.‬‬
‫* دا ځمکه ډېره لنده ده‪ ،‬د شپې به ډېر باران ورېدلی وي‪.‬‬
‫* اوس دولس بجې دي‪ .‬هغه ښايي اوس رارسېدلی وي‪.‬‬
‫* پر سرررړک ډېر پوليس والړ دي‪ .‬ګوندې کومه ټرافيکي پېښررره‬
‫رامنځته شوې وي‪.‬‬

‫‪167‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫سپارښتي تېرمهال‪:‬‬
‫تا بايد دغه فلم کتلی وای‪ ،‬ډېر خوندور و‪.‬‬

‫د ناخبري وجې حالتونه په نابشپړ اوسمهال کې‪:‬‬


‫دلته اکثر د تېرمهالونو غوندې "ای" په کړ کې نه راځي‪ .‬يوازې‬
‫په تواني او ارماني حالت کې راځي‪.‬‬
‫اړوتی یا شرطي‪:‬‬
‫* که ته یې غواړې‪ ،‬نو دروایې خله‪.‬‬
‫* کله چې تا وینم‪ ،‬نو زړه مې خوشاله وي‪.‬‬
‫* که ډوډۍ خورې‪ ،‬نو راشه کېنه‪.‬‬

‫تواني‪:‬‬
‫* زه دا کار کوالی شم‬

‫سپارښتني‪:‬‬
‫* دغه ډاکټر تل ورځه‪ .‬ډېر ازمېښت (تجربه) لري‪.‬‬
‫ټينګاري‪:‬‬
‫* زه دې خفه يم‪ ،‬خو چې ته خفه نه شې‪.‬‬
‫دعايي او غوښتني‪:‬‬
‫* تا دې خدای لري‪.‬‬

‫‪168‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫امري او جريان ښيي‪:‬‬


‫* لوبې کوئ‪ ،‬خو شور مه کوئ‪.‬‬
‫* ډوډۍ دې خوره‪ ،‬پورته ښکته مه ګوره‪.‬‬
‫ارماني‪:‬‬
‫* کاشکې چې تا اوس دلته وای‪.‬‬
‫* کاش ما ډېره ډوډۍ خوړالی‪.‬‬

‫يادونه‪ :‬د دغه مهال کړ جوړښت له ارماني نابشپړ تېرمهال سره‬


‫توپېر نه لري‪.‬‬

‫د ناخبري وجې حالتونه په بشپړ اوسمهال کې‪:‬‬


‫اړوتي يا شرطي‪:‬‬
‫* که دا کر ورکړې ‪ ،‬بيا به ستا خبره ومنم‪.‬‬
‫* که ډېره ډوډۍ وخورې‪ ،‬بيا دې خېټه درد کوي‪.‬‬
‫تواني‪:‬‬
‫* دا کار چې وکړای شې‪ ،‬بيا پر نورو پيل وکړه‪.‬‬
‫سپارښتي‪:‬‬
‫* ته بايد دغه کتاب ولولې‪ .‬ډېر په زړه پورې دی‪.‬‬
‫ټينګاري‪:‬‬
‫* زه دې خفه شم‪ ،‬خو ته خوشاله اوسه‪.‬‬

‫‪169‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫امري‪:‬‬
‫* دلته لوبې ونکړې‪.‬‬
‫ارماني‪:‬‬
‫* کاش چې دلته راشې‪.‬‬
‫په نا بشرپړ اوسرمهال کې کړنې يا حالتونه بشرپړ نه وي او بشرپړ‬
‫اوسمهال کې بشپړ وي‪.‬‬

‫دا يو څو بېلګې وګورئ‪.‬‬

‫بشپړ اوسمهال‬ ‫نا بشپړ اوسمهال‬


‫(که) زه وکړم‬ ‫زه کوم‬
‫زه ووينم‬ ‫زه وينم‬
‫زه وکړای شم‬ ‫زه کوالی شم‬
‫زه الړ شم‬ ‫زه ځم‬
‫زه راشم‬ ‫زه راځم‬
‫زه واخلم‬ ‫زه اخلم‬

‫يادونه‪:‬‬
‫په بشپړ اوسمهال کې اکثر تر کړ مخته "و" وي۔‬

‫‪170‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېچار غږ‪:‬‬
‫بېچار غږ يا مجهول غږ د يوې غونډلې هغه بڼه ده چې موږ پکې‬
‫تر کړند (فاعل) کړنې يا مفعول ته ډېر ارزښت ورکوو‪ .‬په بله مانا‪،‬‬
‫کړند يا هغه څوک‪ ،‬چې کړنه ترسره کوي‪ ،‬دومره اړين نه دی لکه‬
‫پخپله هغه چار يا کړنه چې دی يې ترسره کوي‪ ،‬يا دا مانا لري‬
‫چې موږ کړند بېخي پېژنو هم نه‪ .‬په بېچار غږ کې د چارندې يا‬
‫فعالې غونډلې مفعول پر کړند بدلېږي او جملې اصلي کړند‬
‫"ډېری" غورځېږي‪ .‬چارنده غونډله هغه جمله ده چې‬
‫لږ تر لږه يوه فاعل او يو مفعول لري‪.‬‬

‫يوه بېلګه د رڼاوي لپاره‪:‬‬


‫• چارنده غونډله‪:‬‬
‫کارګران يو لوی سړک پخوي‪.‬‬
‫• بېچاره غونډله‪:‬‬
‫يو لوی سړک پخېږي‪ .‬يا يو لوی سړک د کارګرانو لخوا پخېږي‬
‫دغې بېلګې ته له کتو وروسته دا جوتېږي چې کارګران په بېچاره‬
‫جمله کې خپل ارزښت له السه ورکوي او کړنې "سړک پخول "‬
‫ته اهميت ورکول کېږي‪.‬‬
‫په اکثرو مهالونو ( اوس‪ ،‬تېر او راتلونکی مهال) کې بېچار کړ د‬

‫‪171‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫"شول" یا "کېدل" په مرسته اړول کېږي‪.‬‬

‫يوه بېلګه‪:‬‬
‫• چارنده غونډله‪:‬‬
‫هغوی ډوډۍ وخوړه‪.‬‬
‫• بېچاره غونډله‪:‬‬
‫ډوډۍ وخوړل شوه‪ .‬يا ډوډۍ د هغوی لخوا وخوړل شوه‪.‬‬
‫له دې بېلګې څرګندېږي چې په بېچاره جمله کې کړ يا فعل له‬
‫دوو برخو جوړ وي چې يو يې ار کړ (اصلي فعل) دی او يو يې‬
‫مرستيال کړ "شول" دی‪.‬‬
‫يادونه‪:‬‬
‫کوم لوستونکی چې د ار او مرستيال کړ توپير نه شي کوالی‪،‬‬
‫هغه دې د کړ ډولونو مخ وګوري‪.‬‬
‫اوس دې ته راځو چې په نورو مهالونو کې بېچار کړ څنګه‬
‫ګردانېږي‪ .‬الندېني جدول په پښتو کې د ډېر کارېدونکو مهالونو‬
‫يا زمانو بېلګې روښانوي‪.‬‬

‫چارند نابشپړ اوسمهال‪(Active) :‬‬


‫• زه يوه ليکنه کوم‪.‬‬
‫بېچار نابشپړ اوسمهال‪(Passive) :‬‬

‫‪172‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• زما لخوا يوه ليکنه کېږي‪.‬‬


‫چارند ساده بشپړ تېرمهال‪(Active) :‬‬
‫• ما يوه ليکنه وکړه‪.‬‬
‫بېچار ساده بشپړ تېرمهال‪(Passive) :‬‬
‫• زما لخوا يوه ليکنه وشوه‪.‬‬
‫چارند نابشپړ تېرمهال‪(Active) :‬‬
‫• ما يوه ليکنه کوله‪.‬‬
‫بېچار نابشپړ تېرمهال‪(Passive) :‬‬
‫• زما لخوا يوه ليکنه کېده‪.‬‬

‫چارند نژدې بشپړ تېرمهال‪(Active) :‬‬


‫• ما يوه ليکنه کړې ده‪.‬‬
‫بېچار نژدې بشپړ تېرمهال‪(Passive) :‬‬
‫• زما لخوا يوه ليکنه شوې ده‪.‬‬

‫چارند ليرې بشپړ تېرمهال‪(Active) :‬‬


‫• ما يوه ليکنه کړې وه‪.‬‬
‫بېچار ليرې بشپړ تېرمهال‪(Passive) :‬‬
‫• زما لخوا يوه ليکنه شوې وه‪.‬‬
‫چارند ساده بشپړ راتلونکی مهال‪(Active) :‬‬

‫‪173‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• زه به يوه ليکنه وکړم‪.‬‬

‫بېچار ساده بشپړ راتلونکی مهال‪(Passive) :‬‬


‫• زما لخوا به يوه ليکنه وشي‪.‬‬
‫چارند نابشپړ راتلونکی مهال‪(Active) :‬‬
‫• زه به يوه ليکنه کوم‪.‬‬
‫بېچار نابشپړ راتلونکی مهال‪(Passive) :‬‬
‫• زما له خوا به يوه ليکنه کېږي‪.‬‬
‫چارند نژدې بشپړ راتلونکی‪(Active) :‬‬
‫• ما به يوه ليکنه کړې وي‪.‬‬
‫بېچار نژدې بشپړ راتلونکی‪(Passive) :‬‬
‫• زما لخوا به يوه ليکنه شوې وي‪.‬‬
‫اړینه یادونه‪ :‬په نابشپړ مهالونو کې کېدل د مرستیال کړ په توګه‬
‫کارېږي او د بشپړو مهالونو کې شول‪.‬‬

‫کله بايد بېچار غږ وکارول شي؟‬


‫په الندېنيو حالتونو کې بېچار يا مجهول غږ کارول غوره ده‪:‬‬
‫← کله چې کړند يا فاعل څرګند نه وي‪:‬‬
‫بېلګه‪ :‬د پالنکي ګاډی پرون غرمه تښتول شوی‪.‬‬
‫(موږ نه پوهېږو چې چا د پالنکي ګاډی تښتولی)‬
‫‪174‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫← کله چې کړند اړين نه وي‪:‬‬


‫بېلګه‪ :‬دغه ودانۍ په ‪ ۱۹۸۰‬کال کې جوړه شوې ده‪.‬‬
‫( دا نه ده مهمه چې چا دغه ودانۍ جوړه کړې ده)‬
‫← کله چې يوه غوښتنه يا اشاره په ناسيده توګه ( غير مستقيم)‬
‫کول غواړي‪ -‬هغه هم د دې لپاره چې سيده غوښتنه يا اشاره د‬
‫مقابل لوري د خوابدۍ المل ونه ګرځي‪.‬‬
‫بېلګه‪ :‬دا کار بايد ژر ترسره وشي‪ ،‬احمده‪.‬‬
‫(که وويل شي چې احمده ته بايد دغه کار ژر ترسره کړې‪ ،‬نو بيا‬
‫ښايي احمد دغه غوښتنه د يو سخت امر په توګه واخلي)‬
‫← په ساينسي يا اکاډميکي مقالو کې کله چې موږ ونه غواړو‬
‫چې له ځانه ارزونې ورکړو‪ .‬هر څه بايد د حقايقو او څېړنو پر‬
‫بنسټ وليکل شي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫ټوليزه بڼه ( چارند غږ)‪:‬‬
‫موږ بايد د "موضوع" ګټې او تاوانونه وتلو چې يوې پايلې ته‬
‫ورسېږو‪.‬‬
‫غوره بڼه (بېچار غږ)‪ :‬يوې پايلې ته د رسېدو لپاره بايد‬
‫د "موضوع" ګټې او تاوانونه وتلل شي‪.‬‬
‫غوره بڼه (بېچار غږ)‪ :‬يوې پايلې ته د رسېدو لپاره بايد د‬

‫‪175‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫"موضوع" ګټې او تاوانونه وتلل شي‪.‬‬

‫ټوليزه بڼه (چارند غږ)‪:‬‬


‫سړی له دغه لښتيليکه (ډياګرام) دا معلومات راخيستالی شي‬
‫چې ‪...‬‬
‫غوره بڼه (بېچار غږ)‪:‬‬
‫له دغه لښتيليکه دا معلومات راخيستل کېدای شي چې ‪....‬‬

‫ټوليزه بڼه (چارند غږ)‪:‬‬


‫زه د کتاب په څلورم څپرکي کې د "موضوع" ټولنيز اړخونه‬
‫شنم‪.‬‬
‫غوره بڼه (بېچار غږ)‪:‬‬
‫د کتاب په څلورم څپرکي د "موضوع" ټولنيز اړخونه شنل‬
‫کېږي‪.‬‬

‫‪176‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ناسيده وينا‬

‫پر ناسيده وينا د پوهېدو لپاره موږ بايد لومړی سيده وينا‬
‫مانا کړو‪.‬‬
‫سيده وينا‪ ،‬چې مستقيم بيان هم ورته ويل کېږي‪ ،‬هغه وينا ده‬
‫چې کله يو ليکوال يا اورېدونکی د بل چا خبره ټکي پر‬
‫ټکي راولېږدوي‪ .‬سيده وينا د " " ترمنځ ليکل کېږي‪.‬‬
‫د سيدې وينا بېلګې‪:‬‬
‫• احمد وويل‪ " :‬زه پرون هلته الړم"‪.‬‬
‫• هغه وويل‪ " :‬احمده‪ ،‬دلته مه راځه؟"‬
‫ناسيده وينا‪ ،‬چې غيرمستقيم بيان هم بلل کېږي‪ ،‬هغه وينا ده‬
‫چې کله يو ليکوال يا اورېدونکی د بل چا خبره د "چې"‬
‫اړيکوييکي په مرسته په خپله وينا بدله کړي‪ ،‬خو مفهوم يې پکي‬
‫بدل نه شي‪.‬‬
‫که چېرې لومړنۍ دوې بېلګې ناسيدې وينا ته واړوو‪ ،‬نو په دې‬
‫بڼه راځي‪.‬‬
‫• احمد وويل چې دی تېره ورځ هلته تللی و‪.‬‬
‫• هغه احمد ته وويل چې هغه دې هلته نه ورځي‪.‬‬

‫‪177‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫که چېرې دغو بېلګو ته وګورو‪ ،‬نو راجوتېږي چې په ناسيده وينا‬


‫کې ځينې مهالونه‪ ،‬ځينې ځانګړي مهالي او ځايي کړولونه او‬
‫نومځري بدلېږي‪ .‬لومړۍ بېلګه کې "زه" پر "دی"‪"،‬‬
‫پرون" پر "وړمه ورځ"‪ "،‬الړم" پر "تللی و" بدل شوی دی‪.‬‬
‫په بله بېلګه کې "دلته" پر "هلته" او "مه راځه" پر "دې نه‬
‫ځي"بدل شوی دی‪.‬‬

‫کوم مهال پر کوم مهال بدلېږي؟‬


‫‪ :۱‬اوسمهال پر بشپړ تېرمهال بدلېږي‪:‬‬
‫• سيده وينا‪ :‬هغه وويل‪":‬زه دلته يم"‪.‬‬
‫• ناسيدو وينا‪ :‬هغه وويل چې دی هلته و‪.‬‬
‫يادونه‪:‬‬
‫که چېرې حقايق وي يا عمومي رښتيا وي‪ ،‬نو بيا اوسمهال پر‬
‫ساده بشپړ تېرمهال نه بدلېږي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫• سيده وينا‪ :‬هغه وويل‪" :‬زه شل کلن يم"‪.‬‬
‫• ناسيده وينا‪ :‬هغه وويل چې دی شل کلن دی‪.‬‬
‫( ناسم‪ .... :‬چې دی شل کلن و‪ ،‬ځکه چې ال هم شل کلن دی)‬

‫‪178‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ :۲‬ساده بشپړ تېرمهال بڼې نه بدلېږي‪:‬‬


‫• سيده وينا‪ :‬هغه وويل‪ " :‬يو سورلنډي زموږ چرګه وخوړه"‪.‬‬
‫• ناسيده وينا‪ :‬هغه وويل چې يو سورلنډي د هغوی چرګه‬
‫وخوړه‪.‬‬
‫‪ :۳‬نژدې بشپړ تېرمهال بڼې نه بدلېږي‪:‬‬
‫• سيده وينا‪ :‬هغه وويل‪" :‬له ما بکس ورک شوی دی"‪.‬‬
‫• ناسيده وينا‪ :‬هغه وويل چې بکس ترې ورک شوی دی‪.‬‬

‫‪ :۴‬ليرې بشپړ تېرمهال همدا ليرې بشپړتېرمهال پاتې کېږي‪:‬‬


‫• سيده وينا‪ :‬هغه وويل‪ " :‬له ما دا خبره هېره شوې وه"‪.‬‬
‫• ناسيده وينا‪ :‬هغه وويل چې له ده دا خبره هېره شوې وه‪.‬‬
‫د راتلونکو مهالونو بڼې نه بدلېږي‪:‬‬
‫‪ :۵‬ساده بشپړ راتلونکی‬
‫• سيده وينا‪ :‬هغه وويل‪ " :‬زه به ښار ته الړ شم"‪.‬‬
‫• ناسيده وينا‪ :‬هغه وويل چې هغه به ښار ته الړ شي‪.‬‬

‫‪ :۶‬نابشپړ راتلونکی‪:‬‬
‫• سيده وينا‪ :‬هغه وويل‪ " :‬زه به کار کوم"‪.‬‬
‫• ناسيده وينا‪ :‬هغه وويل چې دی به کار کوي‪ .‬او داسې نور‬

‫فرضي او شرطي مهالونه هم نه بدلېږي‪:‬‬

‫‪179‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• سيده وينا‪ :‬هغه وويل‪ " :‬ته بايد دغه فلم وګورې"!‬
‫• ناسيده وينا‪ :‬هغه وويل چې زه بايد هاغه فلم وګورم‪.‬‬
‫• سيده وينا‪ :‬هغه وويل‪ " :‬که هغه راغلی وي‪ ،‬نو ماته دې‬
‫زنګ ووهي"‪.‬‬
‫• ناسيده وينا‪ :‬هغه وويل چې که هغه راغلی وي‪ ،‬نو زنګ دې‬
‫ورته ووهي‪.‬‬
‫کوم مهالي او ځايي کړولونه او نومځري په ناسيده وينا کې‬
‫بدلېږي؟‬

‫√ دغه پر هغه بدلېږي‬


‫"دغه فلم وګوره" ← چې هغه فلم دې وګورم‪.‬‬

‫√ دلته پر هلته بدلېږي‪.‬‬


‫"دلته راشه" ← چي هلته ورشم‪.‬‬

‫√ نن په هغه ورځ بدلېږي‪.‬‬


‫" زه نن چېرې روان يم" ← چې دی هغه ورځ چېرې روان و‪.‬‬

‫√ پرون پر تېره‪/‬وړمه ورځ بدلېږي‪:‬‬


‫" هغه پرون هلته و" ←‪ ...‬چې هغه تېره ورځ هلته و‪.‬‬
‫√ تېر (ه) اوونۍ ‪ /‬کال پر يو(ه) اوونۍ ‪ /‬کال مخکې بدلېږي‪.‬‬
‫" احمد تېره اوونۍ کابل ته الړ" ← چې احمد يوه اوونۍ کابل‬

‫‪180‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫مخکې ته تللی و‪.‬‬


‫√ سبا پر راتلونکې يا راروانه ورځ بدلېږي‪.‬‬
‫" زه سبا ښار ته ځم" ← چې هغه به په راروانه ورځ ښار ته‬
‫ځي‪.‬‬

‫‪181‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د پښتو ژبدوديز پېرونه‬


‫)‪(Grammatical Cases of Pashto‬‬

‫کړندپېر‪(Nomiantive Case) :‬‬


‫هغه ژبدويز حالت دی چې د " څوک يا څه کومه کړنه ترسره‬
‫کوي؟" پوښتنې ځواب وايي‪ .‬د کړنې تر سروونکي ته کړند يا‬
‫فاعل ویل کېږي‪.‬‬
‫کړند يو نوم‪ ،‬نومځری يا يو څيز کېدای شي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ :۱‬زه ښار ته ځم‪ ← .‬زه‪ :‬کړند؛ ځم‪ :‬کړ‬
‫‪ :۲‬ما ډوډۍ وخوړه‪ ← .‬ما‪ :‬کړند؛ وخوړه‪ :‬کړ‬
‫‪ :۳‬سپي توپ پسې منډه کړه‪ ← .‬سپي‪ :‬کړند؛ منډه کړه‪ :‬کړ‬
‫يو کړند يا فاعل يوازې نوم يا نومځری نه‪ ،‬بلکې يو اوږد هم‬
‫عبارت کېدای شي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ :۱‬د هغه مرګ زه خفه کړم‪ ← .‬د هغه مرګ‪ :‬کړند‪ :‬خفه کړم‪:‬‬
‫کړ ( ځکه چې د کړند پوښتنه دا ده چې زه چا خفه کړم)‬
‫‪ :۲‬هغه سړي‪ ،‬چې تورې جامې يې اغوستې‪ ۵۰ ،‬تنه وژلي‪.‬‬
‫=>هغه سړی چې تورې جامې يې اغوستې‪ :‬کړند؛ وژلي‪ :‬کړ‬

‫‪182‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫( د کړند پوښتنه دا ده چې چا ‪ ۵۰‬تنه وژلي)‬

‫د دې تر څنګ يو بل ډول کړند هم شته‪:‬‬


‫دا هغه کړند دی چې کړ يې په جمله کې بيا نوموي يا نېغه اړيکه‬
‫ورسره ښيي او د يو ستاينوم غوندې کړند تشريح کوي‪ .‬دغه کړند‬
‫د "څوک څه دی؟ " يا " څوک يا څه څنګه دی ‪ /‬دې؟‬
‫پوښتنې ځوابوي‪.‬‬
‫هغه کړونه‪ ،‬چې کړند په مستقيم ډول بيا نوموي يا نژدې تشريح‬
‫کوي‪ ،‬تړکړونه ( د روابط کړونه) نومېږي‪ .‬په پښتو کې تر ټولو ډېر‬
‫کارېدونکی تړکړ "ول" دی چې يو شتون يا موجوديت څرګندوي‪.‬‬
‫اوسمهالي بڼې يې يم ‪ /‬يې ‪ /‬دی ‪ /‬ده ‪ /‬يو ‪ /‬يئ ‪/‬دي دي او د‬
‫تېرمهال بڼي ېې وم ‪ /‬وې ‪ /‬و‪ /‬وه‪ /‬وو‪ /‬وئ ‪ /‬وو دي‪ .‬نور تړکړونه‬
‫کېدل‬ ‫کېدل‪،‬‬ ‫پاتې‬ ‫محسوسول‪،‬‬ ‫ښکارېدل‪،‬‬ ‫پېښېدل‪،‬‬
‫‪ +‬شول او داسې نور‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ :۱‬هغه ښکلې برېښي‪ ( .‬څوک څنګه برېښې؟)‬
‫‪ :۲‬احمد ډاکټر دی‪ ( .‬څوک څه دی؟)‬
‫‪ :۳‬زه خوشاله يم‪.‬‬
‫‪ :۴‬دا خبره درسره ښه نه ښکاري‪.‬‬

‫‪183‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫اوښتی يا مغيره پېر )‪:(Oblique Case‬‬


‫اوښتی حالت هغه ژبدوديز حالت دی چي په ی‪ ،‬ي او ه (زور)‬
‫پايېدلي نومونه په څو حالتونو کې خپله بڼه بدلوي‪ ،‬که هغه‬
‫يوګړی يا ډېرګړی وي‪.‬‬

‫يوګړی (مفرد)‪:‬‬
‫"ی" پر "ي" اوړي لکه‪ :‬سړی ← سړي‬
‫"ي" پر "ۍ" اوړي لکه‪ :‬خوشالي ← خوشالۍ‬
‫ونه ← ونې‬ ‫"ه " پر "ې" اوړي لکه‪:‬‬

‫يادونه‪:‬‬
‫په "ې" او "ۍ" پايېدلي نومونه نه بدلېږي‪.‬‬

‫ډېرګړی (جمع)‪:‬‬
‫ي‪ ،‬ې او ۍ پر اوږد "و" اوړي لکه سړيو‪ ،‬خوشاليو‪ ،‬ونو‬

‫لومړی حالت‪ :‬تولپېر( ‪(Genetive‬‬


‫په پښتو کې "د" ادات تول يا ملکيت څرګندوي چې تر يو نوم‬
‫مخکې راشي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ :۱‬د ژمي ساړه هر څوک نه شي زغمالی‪ ( .‬دلته" ژمی" پر‬

‫‪184‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫"ژمي"بدل شوی‪ ،‬دا چې "د" ادات يې مخته والړ دی)‬

‫‪ :۲‬د دغې ونې پاڼې ال شنې شوې نه دي‪ ( .‬دلته "ونه" پر‬
‫"ونې" بدل شوی‪ ،‬دا چې "د" ادات یې مخته والړ دی)‬

‫‪ :۳‬د هغې ښايست بېسارې دی‪ ( .‬دلته "هغه"‪ ،‬چې ښځينه‬


‫نومځری دی‪ ،‬پر "هغې" بدل شوی‪ ،‬دا چې مخته يې "د" والړ‬
‫دی)‬
‫‪ :۴‬د ډېرو سړيو په اند ښځې کم ارزښته دي‪ ( .‬دلته "سړي"‪ ،‬چې‬
‫د سړی جمع ده‪ ،‬پر "سړيو" بدل شوی‪ ،‬دا چې "د" ادات‬
‫يې مخته والړ دی)‬

‫‪ : ۵‬نن د مورنيو ژبو نړيواله ورځ ده‪ ( .‬دلته "مورنۍ ژبې" پر‬
‫"مورنيو ژبو" بدل شوی‪ ،‬دا چې "د" ادات يې مخته والړ دی)‬
‫همدارنګه کمزوري ځاني نومځري ( مې‪ ،‬يې‪ ،‬دې‪ ،‬مو) هم د‬
‫تول يا ملکيت نومځرو په توګه کارېدای شي‪.‬‬
‫د کمزورو ځاني نومځرو بېلګې‪:‬‬
‫‪ :۱‬هغې مې زړه مات کړ‪ .‬دلته "مې" زما مانا ورکوي‪.‬‬
‫‪ :۲‬زما له ملګري مرسته وغواړه‪ .‬زه يې تاته شمېره درکوم‪.‬‬
‫← دلته "يې " د ملګري مانا ورکوي‪ ،‬يانې د هغه شمېره‪.‬‬
‫په پښتو کې ځينې کړونه هم په تولپېر کې راځي‪.‬‬
‫‪185‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫دغه کړونه د تولنومځري يا تولنوم ( د ‪ +‬نوم) په مرسته‬


‫کارېږي‪.‬‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ :۱‬د چا څه زده ول‪/‬کېدل‪:‬‬
‫لکه‪ :‬زما انګرېزي زده ده ‪ /‬زما انګرېزي نه زده کېږي‪.‬‬
‫‪ :۲‬د چا څه ول ‪ /‬شول‪:‬‬
‫لکه‪ :‬د هغه تبه ده‪ / .‬د هغې زوی پيدا شو‪.‬‬
‫‪ :۳‬د چا څه يا څوک خوښېدل‪:‬‬
‫لکه‪ :‬دا سندره زما نه خوښېږي‪.‬‬
‫‪ :۴‬د چا له چا ‪ /‬څه بد راتلل‪:‬‬
‫لکه‪ :‬زما له هغه بد راځي‪.‬‬
‫‪ :۵‬د چا پر چا څه لورېدل ‪ /‬پېرزو کېدل‪:‬‬
‫لکه‪ :‬د پلوشې پر خپل ورور ښه نه لورېږي‪.‬‬
‫‪ :۶‬د چا څوک يا څه يادېدل‪:‬‬
‫لکه‪ :‬زما وطن ډېر يادېږي‪.‬‬
‫‪ :۷‬د چا څه له ياده وتل‪:‬‬
‫لکه‪ :‬دا خبره زما له ياده ووته‪.‬‬
‫‪ :۸‬د چا څه ته زړه کېدل‪:‬‬
‫لکه‪ :‬زما ايس کريمو ته زړه کېږي‪.‬‬

‫‪186‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ :۹‬د چا ساړه ‪ /‬ګرمي کېدل‪:‬‬


‫لکه‪ :‬د اتل نن ډېر ساړه ‪ /‬ډېره ګرمي کېږي‪.‬‬
‫‪ :۱۰‬د چا خوا بدېدل‪:‬‬
‫په ټوکو کې د احمد خوا بده شوه‪.‬‬
‫‪ :۱۱‬د چا له چا ‪ /‬څه زړه تورېدل‪:‬‬
‫لکه‪ :‬د توريالي له خپل ملګري نور زړه تور شو‪.‬‬

‫دويم حالت‪ :‬سربلپېر )‪(Prepositional Case‬‬


‫کله چې يو سربل يا وستربل له نوم سره راشي‪ ،‬نو نوم خپله بڼه‬
‫بدلوي‪ .‬سربل او وستربل د بېلودونکو ګړونو يا مورفيمونو جوړه‬
‫ده‪ ،‬چې په ګډه سره په يوه غونډله کې د يو نوم يا نومځري بدرګه‬
‫کوي او له هغوی سره د يوې ځانګړې ژبدوديزې (ګرامري) اړيکې‬
‫په موخه کارول کېږي‪ .‬سربل او وستربل په ټوليز ډول يو‬
‫ځای‪ ،‬لوری ‪ ،‬واټن‪ ،‬مهال او يوه پرتله‪/‬مقایسه څرګندوالی شي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ :۱‬ننګيالي ته مې وويل چې راشي‪ ( .‬دلته ننګيالی پر ننګيالي‬
‫بدل شوی‪ ،‬دا چې " ته" وستربل يې شاته والړ دی‪.‬‬
‫‪ : ۲‬پر منګي اوبه تېرې کړه‪ ( .‬دلته منګی پر منګي بدل شوی‪،‬‬
‫داچې "پر" سربل يې مخته والړ دی‪.‬‬

‫‪187‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ :۳‬دلته په اوړي کې هم ساړه وي‪ ( .‬دلته اوړی پر اوړي بدل‬


‫شوی‪ ،‬دا چې سربل په او وستربل کې ترې تاو دي)‪.‬‬
‫‪ :۴‬نجيبه له څانګې سره ښار ته الړه‪ ( .‬دلته څانګه پر څانګې‬
‫بدله شوه‪ ،‬دا چې سربل له او وستربل سره ترې تاو دي)‪.‬‬

‫درېيم حالت ‪ :‬بلنپېر )‪(Vocative‬‬


‫په پښتو کې د نرينه او ښځينه وګړو د نومونو بڼې بدلېږي‪ ،‬کله‬
‫چې غږ ورته وکړې يا په نورو ټکو‪ ،‬چې نومونه يې په لوړ غږ د‬
‫رابللو‪ ،‬پوښتنې کولو او يا څه ته د پام کولو په موخه اخلې‪.‬‬
‫که د نرينه وګړي نوم په يو بېواک غږ (کانسو نېنټ) پايېدلی‬
‫وي‪ ،‬نو زور (ه) ورپسې د غږ اخيستو پر مهال تړل کېږي‪.‬‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫احمد ‪ ......‬احمده لکه‪ :‬احمده دلته راشه!‬
‫اتل ‪ ........‬اتله لکه‪ :‬اتله چېرې تللی وې؟‬
‫ننګيال ‪ ......‬ننګياله لکه‪ :‬ننګياله پام کوه چې ونه غورځېږې!‬
‫که چېرې د نرينه وګړي نوم په يو خپلواک غږ (واول) پايېدلی‬
‫وي‪ ،‬نو بياد نوم اخيستو پرمهال زور (ه) نه ورزياتېږي‪ .‬لکه ولي‪،‬‬
‫عبدالله يا احمد شا‪" .‬ي" په ولي کې‪" ،‬ه" په الله کې او‬
‫"ا" په شا کې خپلواک غږونه دي‪.‬‬

‫‪188‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د ښځينه وګړي په نوم پسې د نوم اخيستو پرمهال اوږده "ې"‬


‫تړل کېږي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫نجيبه ‪ .....‬نجيبې لکه‪ :‬نجيبې دلته راشه!‬
‫څانګه ‪ ....‬څانګې لکه‪ :‬څانګې څه ويل غواړې؟‬

‫که چېرې د ښځينه وګړي نوم په "ۍ" (لکه سپوږمۍ)‪ ،‬په "ي"‬
‫(لکه زروري‪ ،‬ګل بيبي)‪ ،‬په اوږد "و" ( لکه ارزو‪ ،‬ښارو) يا په يو‬
‫بېواک غږ ( لکه نارګس) پايېدلی وي‪ ،‬نو بيا يې نوم پسې‬
‫اوږده "ې" نه تړل کېږي‪.‬‬

‫څلورم حالت‪ :‬تېرمهال (‪(Past Tense‬‬

‫په تېرمهال کې هم په ی‪ /‬ي‪ /‬او ه پايېدلي نومونه بدلېږي‪ ،‬کله‬


‫چې په غونډله کې لېږند کړ راشي‪.‬‬
‫کړونه لکه‪ :‬خوړل‪ ،‬څښل‪ ،‬نيول‪ ،‬وهل ‪ ...‬لېږند فعلونه دي‬
‫زه خورم‪ ،‬نو دا يوه بې مفهومه غونډله ده‪ ،‬خو "چېرې که ووايم‬
‫که چېرې ووايم‪ ،‬نو زه ډوډۍ ‪ /‬مڼه‪ ... /‬خورم‪ ،‬بيا بشپړ مفهوم‬
‫ترې اخيستل کېږي‪ ،‬ځکه چې ډوډۍ‪ ،‬مڼه‪ ... ،‬يې مفعولونه دي‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫اوسمهال‪ :‬زمری غرڅنۍ خوري‪.‬‬

‫‪189‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫تېرمهال‪ :‬زمري غرڅنۍ وخوړه‪.‬‬


‫)دلته زمری په زمري بدل شوی(‬
‫اوسمهال‪ :‬نجيبه کالي مينځي‪.‬‬
‫تېرمهال‪ :‬نجيبې کالي ومينځل‪ ( .‬دلته نجيبه پر نجيبې بدل‬
‫شوی)‬
‫اوسمهال‪ :‬هغه ( ښځينه وګړی) اوبه څښي‪.‬‬
‫تېرمهال‪ :‬هغې اوبه وڅښې‪ ( .‬دلته هغه پر هغې بدل شوی)‬

‫مفعول پېر – ‪:Objective Case‬‬


‫په پښتو کې لېږند کړ تل په جمله کې له يو مفعول سرهراوړل‬
‫کېږي‪ .‬هغه مفعول يو نوم‪ ،‬نومځری يا کوم عبارت کېدای شي‪.‬‬
‫کړونه لکه خوړل‪ ،‬نيول‪ ،‬وهل‪ ،‬څښل‪ ،‬اغوستل ‪ ...‬لېږند کړونه‬
‫دي‪.‬‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ :۱‬زه اوبه څښم‪ ( .‬دلته کړ "څښم" دی او مفعول يې "اوبه"‬
‫دي)‪.‬‬
‫‪ :۲‬هغه کبان نيسي‪ ( .‬دلته کړ "نيسي" دی او مفعول يې‬
‫"کبان دی)‬
‫‪ :۳‬احمد زه ووهلم‪ ( .‬دلته کړ "ووهلم" دی او مفعول يې "زه"‬
‫دی)‪.‬‬
‫‪190‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ :۴‬زه ډېرې خبرې نه شم کوالی‪ ( .‬دلته کړ " نه شم کوالی" دی‬


‫او ډېرې خبرې مفعول)‪.‬‬
‫او مفعول دوه ډوله دی‪ ،‬چې دواړه له لېږند کړ سره په جمله کې‬
‫راوړل کېږي‪ .‬يو ډول يې سيده )‪ (Direct Object‬بل يې‬
‫ناسيده مفعول )‪(Indirect Object‬مفعول دی‬
‫سيده مفعول هغه دی چې ار کړ ( اصلي فعل) يې په مستقيمه‬
‫توګه اغېزمنوي‪.‬‬
‫که لومړۍ بېلګه ( زه اوبه څښم) د شننې لپاره بيا راواخلو‪ ،‬نو‬
‫اوبه سيده مفعول دی او څښل ار يا کړ )‪(Main Verb‬دی‪.‬‬
‫ناسيده مفعول هغه دی‪ ،‬چې په غونډله کې له سيده مفعول‬
‫سره اړيکه لري‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ :۱‬هغه ماته يوه ډالۍ راکړه‪ ( .‬دلته "ماته" ناسيده مفعول دی او‬
‫"يوه ډالۍ" سيده مفعول دی؛ او "راکړه" ټولیز کړ دی‪).‬‬
‫‪ : ۲‬احمد ملګري ته د خپل ټولګي انځور وښود‪( .‬دلته "خپل‬
‫ملګري ته" ناسيده مفعول دی او " خپل ټولګي انځور" سيده‬
‫مفعول)‪.‬‬

‫‪191‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫غونډله او ډولونه یې‬


‫د غونډلې پېژندون‪:‬‬
‫غونډله يا جمله د وييونو ( لغتونو) هغه جوړښت دی چې يوه‬
‫بشپړه وينا‪ ،‬اند يا پوښتنه څرګندوي‪ .‬يوه مکمله غونډله بايد لږ‬
‫تر لږه يو کړ او يو کړند ولري‪ ،‬ګنې یوه غونډله نه بلل کېږي‪.‬‬

‫بېلګه د رڼاوي لپاره‪:‬‬


‫• هغه ښار ته ځي‪ ← .‬دلته کړند" هغه" دی او کړ "ځي" دی‪.‬‬
‫که چېرې وليکو چې "ښار ته ځي" يا " هغه ښار ته" نو بشپړ‬
‫جاج (مفهوم) نه ترې اخيستل کېږي‪.‬‬

‫ډولونه‪:‬‬
‫يوه غونډله خپلواکه کېدای شي چې اره (اصلې) غونډله هم ورته‬
‫ويل کېږي او ناخپلواکه کېدای شي‪ .‬اره غونډله هغه ده چې‬
‫يواځي درېدای شي او بشپړ مفهوم لري‪ .‬له همدې کبله ورته‬
‫خپلواکه غونډله وايي‪.‬‬
‫ناخپلواکه غونډله‪ ،‬بلې خوا ته‪ ،‬هغه ده چې يواځې نه شي‬
‫درېدای او نه بشپړ مفهوم ترې اخيستل کېږي چي کله يواځې‬
‫راشي‪ .‬پوهاند دوکتور زيار دغه غونډله پر څېرمه غونډله نوموي؛‬
‫په انګرېزۍ کې ورته‪Subordinate Clause‬وايي‪.‬‬

‫‪192‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫په ټوليز ډول يوه غونډله له يوې ارې او له ېوې څېرمې غونډلې‬
‫جوړه وي‪ .‬ډېری يوه څېرمه غونډله د يو اړيکوييکي (ادات)په‬
‫مرسته ارې غونډلې پسې تړل کېږي‪.‬‬
‫په پښتو ژبه کې د اړيکتورو بېلګې چې ‪ ،‬نو‪ ،‬کله چې‪ ،‬ځکه‬
‫چې‪،‬چېرته چې‪ ،‬سره له دې چې او داسې نور دي‪.‬‬

‫د ارو (اصلي) او څېرمو جملو بېلګې‪:‬‬


‫‪ :۱‬ما يو سړی وليد چې کور ته ننوت‪.‬‬
‫" ما يو سړی وليد" اره غونډله ده او يواځې درېدای شي‪" .‬چې‬
‫کور ته ننوت" څېرمه غونډله ده او يواځې نه شې درېدای‪.‬‬
‫‪ :۲‬کله چې ډوډۍ وخورم‪ ،‬زه بهر ځم‪.‬‬
‫"کله چې ډوډۍ وخورم" څېرمه او " زه بهر ځم" اره غونډله ده‪.‬‬
‫‪ :۳‬هغه خفه دی‪ ،‬ځکه چې له خپل ملګري سره يې جنګ کړی‬
‫دی‪.‬‬
‫" هغه خفه دی" اره او " ځکه چې هغه ‪ "....‬څېرمه غونډله ده‪.‬‬
‫‪ :۴‬احمد هغه ځای ته الړ چې د ده ژوند په خطر کې دی‪.‬‬
‫"احمد هغه ځای ته الړ" اره او " چې د ده‪ ".....‬څېرمه غونډله‬
‫ده‪.‬‬

‫‪193‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ :۵‬هغه سړی‪ ،‬چې هلته والړ دی‪ ،‬زما تره دی‪.‬‬


‫دلته "هغه سړی زما تره دی" اره غونډله ده چې يوې څېرمې‬
‫غونډلې ( چې هلته والړ دی) وېشلې ده‪ .‬په دې ډول جملو کې‬
‫بايد څېرمه غونډله له ارې غونډلې ديوې دمکۍ (کامې ‪ )،‬په‬
‫مرسته بېله شي چې اره غونډله سمه معلومه شي‪.‬‬

‫څېرمه غونډله په څو ډلو وېشل کېږي چې په هغو کې نومغونډله‬


‫ستاينوم يا اړیکغونډله او کړولغونډله راځي‪.‬‬
‫نومغونډله هغه ناخپلواکه غونډله ده چې د يو نوم په توګه کوم کار‬
‫ادا کوي‪ .‬هغه نوم يا يو کړند کېدای شي (کړندغونډله) یا مفعول‬
‫(مفعولغونډله)‪.‬‬
‫په يوه کړندغونډله کې ټوله جمله د يو فاعل ځای نيسي‪.‬‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ :۱‬له هغه سره ستا بد چلند زه خواشينی کړم‪.‬‬
‫دلته " له هغه سره ستا بد چلند" کړند يا فاعل دی چې کړنه يې‬
‫"خواشينی کړم" ده‪.‬‬
‫‪ :۲‬څوک چې زيار باسي بريالی کېږي‪.‬‬
‫دلته " څوک چې زيار باسي" کړند (فاعل) دی او کړنه يې‬
‫"بريالی کېږي" ده‪.‬‬

‫‪194‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫په يوه مفعولغونډله کې ټوله جمله د يو مفعول ځای نيسي‪.‬‬


‫بېلګې‪:‬‬
‫‪ :۱‬زه د بل چا زړه خفه کول نه غواړم‪.‬‬
‫دلته "زه" فاعل دی‪" ،‬نه غواړم" کړ او " د بل چا زړه خفه کول"‬
‫مفعول دی‪ .‬غوښتل يو لېږند "کړ" دی او سيده مفعول‬
‫ورسره راځي‪.‬‬
‫‪ :۲‬زه نه پوهېږم چې ته څه غواړې‪.‬‬
‫دلته "زه" کړند دی‪" ،‬پوهېږم" کړ دی او " چې ته څه غواړې"‬
‫مفعول دی‪ .‬پوښتنه دا ده چې زه په څه نه پوهېږم؟‬
‫ځواب‪ :‬چې ته څه غواړې‪.‬‬
‫ستاينومغونډله‪:‬‬
‫ستاينومغونډله‪ ،‬چې اړيکغونډله هم بلل کېږي‪ ،‬هغه ناخپلواکه‬
‫غونډله ده چې د يو ستاينوم غوندې يو نوم يا نومځری نژدې‬
‫تشريحوي يا په اړه يې زيات معلومات ورکوي‪.‬‬

‫اړيکغونډله په يو اړيکنومځري پيلېږي‪.‬‬


‫اړيکغونډله له اړيکنومځرو سره‪:‬‬
‫‪ :۱‬دا هغه کتاب دی چې ما تاته هر وخت ياداوه‪.‬‬
‫"چې" دلته اړيکنومځری دی چې کتاب نژدې تشريح کوي‪.‬‬

‫‪195‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ :۲‬زه هغو خلکو لپاره نه ژاړم چې زما اوښکې ورته ارزښت نه‬
‫لري‪ .‬دلته " چې" اړيکنومځری دی چې " هغه خلک" نژدې‬
‫تشريح کوي‪.‬‬
‫‪ :۳‬د هغو ماشومانو السنيوی وکړئ چې مور او پالر يې نه وي‪.‬‬
‫دلته "چې" اړيکنومځری دی چې "هغه ماشومان" نژدې تشريح‬
‫کوي‪.‬‬

‫کړولغونډله‪:‬‬
‫کړولغونډله هغه ناخپلواکه غونډله ده چې دکله‪ ،‬چېرته‪ ،‬ولې‪ ،‬په‬
‫کوم شرط‪ ،‬ځنګه پوښتنو ځوابونه وايي‪ .‬کړولغونډله د يو کړول‬
‫(قيد) په مرسته معلومېږي‪ .‬هغه کړول ځايي‪ ،‬مهالي‪ ،‬الملي‪،‬‬
‫شرطي‪ ،‬هدفي‪ ،‬پايليز او د څرنګوالي کړول کېدای شي‪.‬‬
‫"چې" په پښتو ژبه کې نه يوازې د يو اړيکنومځري په توګه‬
‫کارېدای شي بلکې د يوې موخې او يوې پايلې لپاره هم راتالی‬
‫شي‪.‬‬
‫* "چېرته چې" يو ځايي کړول هم کېدای شي‪.‬‬
‫* کله چې‪ ،‬مخکې له دې چې "يا" وروسته له دې چې " مهالي‬
‫کړولونه دي‪.‬‬
‫* الملي کړول "دا چې" او " ځکه چې" دي‪.‬‬
‫* شرطي کړول "که يا که چېرې" دي‪.‬‬

‫‪196‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫* ځانګري کړولونه‪ :‬سره له دې چې‪ ،‬ان دا چې‪ ،‬که څه هم ‪...‬‬


‫← دا کړولونه هغه پايلې ښيي چې تمه يې نه کېږي‪.‬‬
‫د پايلې کړول (چې)‪:‬‬
‫• هغه دومره دېره ډوډۍ وخوړه چې اوس يې خېټه خوږېږي‪.‬‬
‫د موخې يا هدف کړول ( چې)‪:‬‬
‫• هغه ته غوږ ونيسه چې په ټولو خبرو پوه شې‪.‬‬
‫ځايي کړول ( چېرته چې)‪:‬‬
‫• چېرته چې خوښ وې هلته پاتې شه‪.‬‬
‫مهالي کړول ( کله چې‪ ،‬مخکې له دې چې)‪:‬‬
‫• کله چې دې زړه وغواړي‪ ،‬نو راشه‪.‬‬
‫• مخکې له دې چې نيوکه وکړې‪ ،‬فکر کوه‪.‬‬
‫الملي کړول ( دا ‪ /‬ځکه چې)‪:‬‬
‫• دا ماشوم خفه دی‪ ،‬ځکه چې لوبتکه ترې ورکه ده‪.‬‬
‫شرطي کړول ( که ‪ /‬که چېرې)‪:‬‬
‫• که دغه پتلون دې خوښېږي‪ ،‬وايېخله‪.‬‬
‫ځانګړي کړولونه ( سره له دې چې‪ /‬ان دا چې)‪:‬‬
‫• هغه ښوونځي ته ځي‪ ،‬سره له دې چې ناروغ دی‪.‬‬
‫• هغه په ازموينه کې بريالی نه شو‪ ،‬ان دا چې ډېر درس يې‬
‫ورته ويلی و‪.‬‬

‫‪197‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫مهم ليکدوديز توپيرونه‬

‫په دې څپرکي کې تاسو ته مهم ليکدوديز توپيرونه درپېژندل‬


‫کېږي‪.‬‬
‫زدکړه او زده کړه توپېر‪:‬‬
‫زدکړه‪ :‬دا د نوم په توګه کارول کېږي او د تعليم مانا ورکوي‪.‬‬
‫زده کړه‪ :‬دا د زده کولو‪ ،‬چې کړ دی‪ ،‬امري بڼه ده او هم يو تن ته‬
‫د امر کولو مانا لري‪.‬‬
‫يوازې – يواځې‪:‬‬
‫يوازې‪ :‬فقط ‪ /‬صرف ‪Only‬‬
‫يواځې‪:‬‬
‫تنها‪/‬ګوښی‬
‫کليځه ر کاليځه‪:‬‬
‫کليځه‪ :‬جنتري ‪Calendar/‬‬
‫کاليځه‪ :‬سالروز ‪Anniversary‬‬
‫پيل ر پېل‪:‬‬
‫پيل‪ :‬شروع‪Start/‬‬
‫پېل‪ :‬دقيقه‪Minute/‬‬

‫‪198‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ښیي ‪ -‬ښایي‪:‬‬
‫ښيي‪ :‬د ښوولو اوړون دی په اوسمهال کې د درېيم کس لپاره‬
‫(هغه ښيي)‪.‬‬

‫ښايي‪ :‬يول کړول (قيد) دی‪ ،‬چې د "کېدای شي" يا ګوندې‬


‫مانا ورکوي ( ښايي زه دا کار وکړم)‪.‬‬
‫اوس ر وس‪:‬‬
‫اوس‪ :‬همدامهال‪Now/‬‬
‫وس‪ :‬توان‪Ability/‬‬

‫زه ر ځه‪:‬‬
‫زه‪ :‬لومړی تن يوګړی‪I, me/‬‬
‫ځه‪ :‬د " تلل" امري بڼه ده يوه کس ته ( ځه‪ ،‬هلته الړ شه)‬

‫پرخه ر پرښه‪:‬‬
‫پرخه‪ :‬شبنم ‪Dew /‬‬
‫پرښه‪ :‬خورا لويه ډبره‬

‫پښه ر پخه‪:‬‬
‫پښه‪ :‬د بدن هغه الندېنۍ برخه چې ورون پرې والړ وي او پنځه‬
‫ګوتې لري‪.‬‬
‫پخه‪ :‬د پوخ ښځينه بڼه‬
‫‪199‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫ورونه ر وروڼه‪:‬‬
‫ورونه‪ :‬د ور ډېرګړی (دروازې)‬
‫وروڼه‪ :‬د ورور ډېرګړی‬

‫پر او په توپير‪:‬‬
‫دا دواړه سربلونه (حرف پشين‪ )Prepositions/‬دي‪ ،‬چې بېلو‬
‫ځايونو کې له بېلو ماناوو سره کارول کېږي‪.‬‬
‫د 'پر' د کارونې حالتونه‪:‬‬
‫* لومړی حالت‪ :‬یو سرمخ څرګندوي‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫زما کتاب پر مېز (باندې) پروت دی‪.‬‬
‫هغه خپل شخولی ( بکس) د توڼۍ پر سر اېښی دی‪.‬‬
‫* دويم حالت‪ :‬د نېټو څرګندولو لپاره راځي‪.‬‬
‫بېلګه‪ :‬هغه د کب مياشتې پر ‪۱۸‬مه زېږېدلی دی‪.‬‬

‫* درېيم حالت‪ :‬الملونو څرګندولو لپاره راځي‪.‬‬


‫بېلګه‪ :‬احمد يې پر څه وواهه؟‬
‫* څلورم حالت‪ :‬تړاو يا اړوندتوب څرګندوي‬
‫بېلګه‪ :‬زه د پښتو پر پنځه يېګانو يوه ليکنه کوم‪.‬‬

‫‪200‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫"پر" په ځينو لنډو ويناګيو کې راځې لکه‪:‬‬


‫د ‪ .....‬پر بنسټ‪ ،‬پر مهال‪ ،‬ورځ پر ورځ‪ ،‬ګام پر ګام‪ ،‬پر چا‬
‫وياړل‪ ،‬پر چا مينېدل‪ /‬ګرانېدل‪ ،‬پرڅه بوختېدل‪ ،‬پر څه اخته‬
‫کېدل‪.‬‬
‫د 'په' د کارونې حالتونه‪:‬‬
‫لومړی حالت‪ :‬د "کې" وستربل په ملتيا ځای څرګندوي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫زه په کور کې يم‪.‬‬
‫ننګيال په ښار کې اوسېږي‪.‬‬
‫دويم حالت‪ :‬مهال يا وخت څرګندوي‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫* زه په ‪ ۲۰۰۲‬کال کې کابل ته راغلم‪.‬‬
‫* په تېره مياشت کې هغه کور ته الړ‪.‬‬
‫* زه په درې بجو کور ته ځم‪.‬‬
‫درېيم حالت‪ :‬له "کې" وستربل" سره د يو کتاب ‪ ،‬ليکنې‪،‬‬
‫ورځپاڼې‪ ،‬خبرونو‪ ،‬لوست‪ ،‬سکالو يا منځپانګې لپاره‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫* ما په دې کتاب کې ډېر انځورونه وليدل‪.‬‬
‫* په دې ليکنه کې ډېر نومونه راغلي‪.‬‬
‫‪201‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫په خبرونو کې مې واورېدل چې د بهرنيو چارو وزير له دندې‬


‫ګوښه شوی دی‪.‬‬
‫څلورم حالت‪ :‬وسيله څرګندوي که تر څيزنومونو مخکې‬
‫راشي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫زه په بايسکل کور ته ځم‪.‬‬
‫دا سړی د ونې بېخ په برېښانيي اره وهي‪.‬‬

‫پنځم حالت‪ :‬څرنګوالي کړول (قيد) په توګه کارېږي‪.‬‬


‫بېلګې‪:‬‬
‫* په تېزۍ سره‬
‫* په نرمه‬
‫* په سړه سينه‬
‫* په خوښۍ ‪ /‬خواشينۍ سره‬
‫"په" په ځينو لنډو ويناګيو کې راځي لکه‪:‬‬
‫په دې اړه‪ ،‬په دې ډول‪ ،‬د چا په اند‪/‬نظر‬

‫"پر" او "په" تمرين‪ :‬سمه بڼه په نښه کړئ‬


‫‪ :۱‬د بام په ‪ /‬پر سر يې کاشمالي کرلي دي‪.‬‬
‫‪ :۲‬هغه په ‪ /‬پر دې اړه له چا سره نه غږېږي‪.‬‬

‫‪202‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ :۳‬په‪/‬پر دې موضوع ستا اند څه دي؟‬


‫‪ :۴‬په ‪ /‬پر راتلونکي اوونۍ کې راشه‪.‬‬
‫‪ :۵‬د راروانې مياشت په ‪ /‬پر ‪ ۲۶‬مه به درشم‪.‬‬
‫‪ :۶‬تاسو په ‪ /‬پر څه له ما خوابدي ياست؟‬
‫‪ :۷‬خپل شخولی (بکس) دې په ‪/‬پر ځمکه باندې مه پرېږده‪.‬‬
‫‪ :۸‬زه د لغمان په ‪ /‬پر لوري ځمه‪.‬‬

‫په کې ‪ /‬پکې توپير‪:‬‬


‫په ‪ ...‬کې‪:‬‬
‫په کې وحدت يو ځای څرګندوي‪ ،‬چې د "چېرته" پوښتنې ځواب‬
‫" ځواب وایي‪ .‬په سربل دی او کې وستربل دی چې‬
‫بېلېدونکي ګړونه دي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫• زه په کور کې يم‪.‬‬
‫• احمد په ښوونځي کې دی‪.‬‬
‫• ننګيال په ښار کې ژوند کوي‪.‬‬
‫پکې‪:‬‬
‫"پکې" يو ځايي کړول دی‪ ،‬چې درې بېالېلو حالتونو کې راځي‪.‬‬
‫‪ :۱‬يو ځای څرګندوي او له يو ځای سره د اړيکې په توګه کارول‬
‫کېږي‪ .‬دغه ويی د انګرېزۍ له ‪inside‬سره سمون خوري‪.‬‬
‫‪203‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫ماته هغه کلی خوند راکوي‪ ،‬ځکه چې جانان مې پکې‬ ‫•‬
‫اوسېږي‪.‬‬
‫• هغه کوټه‪ ،‬چې زه پکې ناست وم‪ ،‬ډېره لويه وه‪.‬‬
‫‪ :۲‬پکې يوې کړنې ته د نغوتې (اشارې) کړول په توګه کارول‬
‫کېږي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫• احمد په انګرېزۍ کې تکړه دی‪ ،‬خو ورور يې پکې ستونزې‬
‫لري‪.‬‬
‫• هغه څه‪ ،‬چې زه پکې کمزوری يم‪ ،‬سوکوهنه ده‪.‬‬
‫‪ :۳‬پکې کله نا کله د "په اړه" مانا ورکوي‪.‬‬

‫په خپله ‪ /‬پخپله توپير‪:‬‬


‫په خپله يو نومځری دی چې څښتنوالی ‪ /‬تول څرګندوي او د‬
‫څيز ‪ /‬شي ښځينه بڼې لپاره راځي لکه‪:‬‬
‫• په خپله خاوره سوله غواړم‪.‬‬
‫• احمد په خپله کوټه کې ناست دی‪.‬‬
‫پخپله هم يو نومځری دی‪ ،‬چې د يو کړند ‪ /‬فاعل په توګه سره‬

‫‪204‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫کارول کېږي‪ .‬دغه ويی د انګر ېزۍ له ‪ oneself‬سمون خوري‪.‬‬

‫بېلګې‪:‬‬
‫• زه دغه کار پخپله کوم‪.‬‬
‫• احمد پخپله دلته راغی‪.‬‬
‫تمرين‪:‬‬
‫• په خپله ‪ /‬پخپله مورنۍ ژبه کې زدکړه کول د هر وګړي حق او‬
‫رښته ده‪.‬‬
‫• هغه له ما ځکه غوښتنه وکړه‪ ،‬دا چې په خپله ‪ /‬پخپله يې نه‬
‫غوښتل‪.‬‬
‫• هغه په خپله ‪ /‬پخپله کورنۍ کې له خپلې مور او خور سره‬
‫ډېره مينه کوي‪.‬‬
‫• په خپله ‪ /‬پخپله خوله دې وويل‪ ،‬بل چا نه‪.‬‬
‫• په خپله ‪ /‬پخپله يې دغه کار هم کوالی شو‪ ،‬خو د لټوالي له‬
‫کبله يې په خپل ورور وکړ‪.‬‬
‫• دغه ستونزه يوازې ته په خپله ‪ /‬پخپله حلوالی شې‪.‬‬
‫• که په خپله ‪ /‬پخپله خوښه دلته راشې‪ ،‬نو غوره به وي‪.‬‬
‫• څوک چې په خپله ‪ /‬پخپله ژبه نه شي غږېدای‪ ،‬نو داسې دی‬
‫لکه يو بې اروا بدن‪.‬‬

‫‪205‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• لومړی يې څه نه ويل‪ ،‬خو بيا يې پخپله ‪ /‬په خپله اقرار وکړ‪،‬‬


‫چې دا کار ده کړی دی‪.‬‬
‫• هغه ماته وويل‪ ،‬چې زه درپسې درځم‪ ،‬خو زه پخپله ‪ /‬په خپله‬
‫ورغلم‪.‬‬

‫په خوا ‪ /‬پخوا توپير‪:‬‬


‫په خوا يو ځایي کړول دی‪ ،‬چې يو لوری یا ځای څرګندوي‪.‬‬
‫•زه د خپل ملګري په خوا کې ناست یم‪.‬‬
‫•که په دې خوا راغلې‪ ،‬نو ښه به وي‪.‬‬
‫پخوا يو مهالیز کړول دی‪ ،‬چې تېر شوی وخت څرګندوي د‬
‫پارسي"قبال " او د انګريزي له ‪ In the back days‬سره‬
‫سمون خوري‪.‬‬
‫•پخوا به خلکو دغه کار نه کاوه‪.‬‬
‫•د پخوا په څېر ښه کار نه کوي‪.‬‬
‫تمرین‪:‬‬
‫• دا خبره يې ماته پخوا ‪ /‬په خوا کړې وه‪.‬‬
‫• زه د خپل ملګري په خوا ‪ /‬پخوا کې کېناستم‪.‬‬
‫• پخوا ‪ /‬په خوا به خلکو داسې کول‪ ،‬خو اوس يې دغه کار‬
‫پرېښی دی‪.‬‬
‫• هغه تل د خپلې مينې په خوا ‪ /‬پخوا کې اوسېدل غواړي‪.‬‬

‫‪206‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• که په خوا ‪ /‬پخوا دې ويلي وای‪ ،‬نو وژلی به يې وای‪.‬‬


‫• دا ښار ډېر بدل شوی دی‪ ،‬د په خوا ‪ /‬پخوا په څېر نه دی پاتې شوی‪.‬‬
‫له خوا ‪ /‬لخوا توپير‪:‬‬
‫د ډېرو په اند خو به دواړه کوم مانيز توپير ونه لري‪ ،‬خو د‬
‫ژبدوديز ‪ /‬ګرامري ليدلوري له پلوه دواړه بېلې ماناوې لري‪.‬‬
‫له خوا‪" :‬له" سربل د خوا ‪ /‬لوري بدرګه کوي‪.‬‬
‫ياد سربل لوری څرګندوي‪ ،‬نو له دې جوتېږي‪ ،‬چې " له خوا" د‬
‫الندېنيو وييونو هممانيزونه دي‪.‬‬
‫له اړخه ‪ /‬له پلوه ‪ /‬له لوري‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫له دغې خوا ډېر باد راځي‪.‬‬
‫زما له خوا ورته مبارکي ووایه‪.‬‬
‫یادونه‪ :‬له ‪ ..‬خوا بېلېږي او تر نومونو چاپېرېږي‪.‬‬
‫لخوا‪ :‬دا يو سربل دی‪ ،‬چې په مجهوله بڼه کې راځي او د يوې‬
‫ترسره شوې کړنې کړند ‪ /‬فاعل څرګندوي‪،‬‬
‫چې په انګليسي کې ورته ‪by‬وايي‪.‬‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫ګڼ شمېر ګټورې پروژې د نوي وزير لخوا لګيا دي تر سره‬
‫کېږي‪.‬‬

‫‪207‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫* دا کار د هغه لخوا وشو‪.‬‬

‫تمرين‪:‬‬
‫‪ :۱‬که زما له خوا ‪ /‬لخوا مرستې ته اړتيا وي‪ ،‬نو چمتو يم‪.‬‬
‫‪ :۲‬زما له خوا ‪ /‬لخوا دې تاسې ټولو ته مبارک وي‪.‬‬
‫‪ ٰ۳‬دا زما له خوا ‪ /‬لخوا يوه تېروتنه شوې وه‪.‬‬
‫‪ :۴‬دا پرېکړه د ولسمشر له خوا ‪ /‬لخوا شوې وه‪.‬‬
‫‪ :۵‬په ښوونځي کې د مدير له خوا ‪ /‬لخوا د موبايل بنديځ يوه‬
‫اندپوښتنه تر سره شوه‪.‬‬
‫‪ :۶‬باد له دغې خوا ‪ /‬دغې لخوا راغی‪.‬‬
‫‪ :۷‬دا له يوې خوا ‪ /‬يوې لخوا ډېرې ګټې لري‪.‬‬
‫‪ :۸‬دا زما له خوا ‪ /‬لخوا تاته ډالۍ‪.‬‬

‫هم داسې ‪ /‬همداسې توپير‪:‬‬


‫همداسې‪:‬‬
‫يو کړوليز عبارت دی چې د يو حالت يا کړنې د څرنګوالي په پار‬
‫کارول کېږي‪ .‬کېدای شي په هره غونډله کې يوه ځانګړې‬
‫مانا رامنځ ته کړي‪.‬‬
‫• ته همداسې ښه يې‪.‬‬

‫‪208‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• دا همداسې سم دی‪.‬‬
‫• هغه همداسې لګيا و کار يې کاوه‪.‬‬
‫• هو‪ ،‬همداسې ده‪.‬‬
‫له دغه غونډلو دې پايلې ته رسېږو ”‪“The way it is/ was‬‬
‫چې د همداسې ژباړه ده‪.‬‬
‫‪Yor are good the way you are.‬‬
‫‪It is correct / right the way it is.‬‬
‫‪He was working the way he was.‬‬
‫!‪Yes, it’s so / indeed‬‬
‫هم داسې‪:‬‬
‫هم یو کړوليز عبارت دی چې د همغږۍ په خاطر کارول کېږي‬
‫بېلګې‪:‬‬
‫• ما ته هم داسې ښکاري چې هغه ښه سړی دی‪.‬‬
‫• ته هم داسې نااشنا خبرې کوې سړی پرې نه پوهېږي‪.‬‬
‫له دغو غونډلو دې پايلې ته رسېږو چې د هم داسې ‪As well‬‬
‫‪ / too‬ژباړه ده‪.‬‬
‫هم داسې او همداسې تمرين‪:‬‬
‫• ماته يې هم داسې ‪ /‬همداسې يوه خبره وکړه‪.‬‬
‫• هغه ته يې هم داسې ‪ /‬همداسې يو کارټ ورکړ‪.‬‬

‫‪209‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫• همداسې ‪ /‬هم داسې نه ده‪ .‬تاته چا ناسم معلومات درکړي‬


‫دي‪.‬‬
‫• ما لومړی هم داسې ‪ /‬همداسې فکر کاوه‪.‬‬
‫• ما چې کله خپل اند ورسره ګډ کړ‪ ،‬نو ده وويل‪ ،‬چې بلکل‬
‫همداسې ‪ /‬هم داسې ده‪.‬‬
‫• دا ته هم داسې ‪ /‬همداسې غږېږې‪ ،‬شرمېږې نه ؟‬
‫• همداسې ‪ /‬هم داسې تبا ښه دی‪ ،‬چې موږ ته غوږ نه نيسي‪.‬‬

‫که نه او کنه توپير‪:‬‬


‫که نه‪:‬‬
‫که نه د هغو پښتنو په پای کې راځي‪ ،‬چې ځوابونه يې څرګند‪،‬‬
‫يانې هو‪ /‬نه وي‪.‬‬
‫دا د انګرېزۍ له ‪ Whether … or not‬سره سمون خوري‪.‬‬
‫• ته زما خبره منې او که نه؟‬
‫• هغه کار دې وکړ او که نه؟‬
‫• هغه راغلی و او که نه؟‬
‫کنه‪:‬‬
‫دغه د تاکيد يا ټينګار ويی دی چې په الندېنيو حالتونو کې‬
‫کارول کېږي‪:‬‬

‫‪210‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ :۱‬د همغږۍ او تاييدولو لپاره لکه‪:‬‬


‫• هو کنه! ته رښتيا وايې‪.‬‬
‫‪ :۲‬د يوې وينا موخه او مفهوم غښتلی او پياوړی کوي‪:‬‬
‫• همدا خو غم دی کنه!‬
‫• ما خو درته ويلي وو کنه!‬
‫‪ :۳‬د مقابل لوري موافقې او د ځان ډاډمنولو په پار کارول‬
‫کېږي‪.‬‬
‫لکه‪:‬‬
‫• همداسې ده‪ ،‬کنه؟‬
‫• ورځو به‪ ،‬کنه؟‬
‫• دا ګرانه ده‪ ،‬کنه؟‬
‫‪ :۴‬پوښتنو او مثبت غونډلو کې‪:‬‬
‫• ته به ما ته ووايې چې ويې کړم‪ ،‬کنه‪.‬‬

‫‪211‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫تړوییونه او د دوی ارزښت په لیکنه کې‪:‬‬

‫د یوې اغېزمنې منځپانګې (محتوی) لپاره په یوه لیکنه یا مقاله‬


‫کې له تړوییونو ګټه اخیستل دا جوتوي چې لیکوال یا لیکواله‬
‫یو‪/‬ه لوستی ‪ /‬ې کس دی‪.‬‬
‫تړوییونه‪ ،‬چې په انګرېزۍ کې ورته لینکینګ وورډ وایي‪ ،‬هغو‬
‫وییونو یا لفظونو ته ویل کېږي چې په یوه دلیلي مقاله کې مفکورې‬
‫سره تړي او ووبونه (کانټکسټونه) ځلوي چې لوستونکي یې په‬
‫اسانۍ سره ولوستالی شي چې موضوع څه ده او کومه‬
‫خبره له کومې سره تړلې ده‪.‬‬

‫مهم ټکي روښانول‪:‬‬

‫‪It's an undeniable fact that‬‬ ‫دا یو ناردوونکی حقیقت دی چې‬


‫بېلګه‪ :‬دا یو ناردوونکی حقیقت دی چې ترهګري کوم مذهب نه‬
‫لري‪.‬‬
‫‪it's without doubt that‬‬ ‫دا بې اړنګه خبره ده چې‬
‫بېلګه‪ :‬دا بې اړنګه خبره ده چې ننګیال یو ډېر رښتینی سړی دی‪.‬‬

‫‪212‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪Obviously‬‬ ‫په څرګند ډول‬


‫بېلګه‪ :‬دی په څرګند ډول نه پوهېږي چې په چاپېریال کې یې څه‬
‫روان دي‪.‬‬
‫‪Especially‬‬ ‫په ځانګړې توګه ‪/‬په ځانګړي ډول‬
‫بېلګه‪ :‬ماته مرغۍ ډېر خوند راکوي‪ ،‬په ځانګړې توګه‪/‬په ځانګړي‬
‫ډول کونګ‪.‬‬
‫‪more importantly‬‬ ‫ال اړینه دا ده چې‬
‫بېلګه‪ :‬ال اړینه دا ده‪ ،‬چې موږ تر پېښېدو مخکې د دې مخنیوی‬
‫وکړو‪.‬‬
‫‪It has to be mentioned‬‬ ‫دا باید یاده شي چې‬
‫بېلګه‪ :‬دا باید یاده شي چې په پای کې دا موږ پورې اړه لري چې‬
‫له ټولنیزو رسنیو څه ډول ګټه پورته کوو‪.‬‬
‫‪It's worth mentioning‬‬ ‫دا د یادونې وړ خبره ‪/‬دا یادنوړ‬
‫خبره ده چې‬
‫بېلګه‪ :‬دا یادنوړ خبره ده چې د تېر کال په پرتله په ښوونیز سیسټم‬
‫کې ډېر مثبت بدلون راغلی دی‪.‬‬
‫‪The point is worth to‬‬
‫یو یادنوړ ټکی چې باید هېر نه شي‬
‫‪be mentioned and‬‬
‫دا دی چې‬
‫‪shouldn't be forgotten‬‬

‫‪213‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلګه‪ :‬یو یادنوړ ټکی چې باید هېر نه شي دا دی چې ښځو ته دې‬


‫په دغه ډګر کې حق ورکړل شي‬
‫‪It has to be taken into‬‬
‫‪account.‬‬ ‫دا باید په غور‪/‬پام کې ونیول شي‬

‫بېلګه‪ :‬دا باید په غور‪/‬پام کې ونیول شي چې د زده کوونکي د‬


‫کورنۍ مالي وس څومره قوي دی‪.‬‬
‫‪More essential is that‬‬ ‫خورا اړینه دا ده چې‬
‫بېلګه‪ :‬خورا اړینه دا ده‪ ،‬چې د دې ستونزې حلولو لپاره باید یو‬
‫پالن په مخکیا کې طرحه کړو‬

‫زیات معلومات یا دلیلونه ورکول یا زیاتې بېلګې راوړل‪:‬‬


‫‪Another significant‬‬
‫یو بل د پام وړ ټکی‬
‫‪point is‬‬
‫بېلګه‪ :‬یو بل د پام وړ ټکی دا دی چې په ټولنیزو رسنیو کې ستا‬
‫ځاني معلومات ناخوندي دي‪.‬‬
‫‪Another important‬‬
‫‪aspect that has to be‬‬ ‫بل اړین اړخ چې باید یاد شي‬
‫‪mentioned‬‬

‫‪214‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلګه‪ :‬د یوټوب یو بل اړین اړخ چې باید یاد شي دا دی چې‬


‫سړی پکې پیسې ګټالی شي‪.‬‬
‫‪additionally‬‬
‫سربېره پر دې‬
‫‪/furthermore‬‬
‫بېلګه‪ :‬موږ ته پکار ده چې پښتانه د مورنۍ ژبې پر ارزښت‬
‫وپوهوو‪ .‬سربېره پر دې‪ ،‬باید د ماشومانو لپاره په مورنۍ ژبه کې د‬
‫زدکړې زمینه برابره شي‪.‬‬
‫‪in addition to that‬‬ ‫دې ته په زیاتو (باید وویل شي)‬
‫بېلګه‪ :‬په اسالم کې د ښځو پر تعلیم ټینګار کېږي‪.‬‬
‫دې ته په زیاتو باید وویل چې ښځینه وګړي د ټولنې نیمه برخه‬
‫جوړوي‪.‬‬
‫‪besides‬‬ ‫له دې پرته‬
‫ېلګه‪ :‬د ټولنیزو رسنیو یوه ګټه دا ده چې د نړۍ خلک یو بل ته‬
‫نژدې کوي‪ .‬له دې پرته‪،‬د فېسبوک کاروونکي هر ډول معلومات‬
‫ترالسه کوالی شي‪.‬‬
‫‪likwise‬‬ ‫همداراز ‪/‬همدارنګه‬
‫بېلګه‪ :‬له ټولنیزو رسنیوسړی ښوونیز‪ ،‬کلتوري او پوهنیز معلومات‬
‫بودالی (حاصلوالی) شي‪ .‬همدراز‪/‬همدارنګه خلک پخپله پاڼې او‬
‫ډلې د بېالبېلو موخو لپاره جوړوالی شي‪.‬‬
‫‪what's more‬‬ ‫بله دا چې‬

‫‪215‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلګه‪ :‬ډېر انټنرنېټ کارول سړی له ټولنیز ژوند لیرې ساتي‪ .‬بله دا‬
‫چې‪ ،‬انسان لټ کوي‪.‬‬
‫‪furthermore‬‬ ‫له دې نه عالوه‬
‫بېلګه‪ :‬ډېر انټنرنېټ کارول سړی له ټولنیز ژوند لیرې ساتي‪ .‬له‬
‫دې نه عالوه‪ ،‬انسان لټ کوي‪.‬‬
‫‪Another positive /‬‬
‫یو بل مثبت‪/‬منفي اړخ دا دی‬
‫‪negative aspect‬‬
‫بېلګه‪ :‬د ټولنیزو رسنیو یو بل منفي اړخ دا دی چې سړی د خپل‬
‫چاپېریال له خلکو لیرې ساتي‪.‬‬

‫کله چې د یو څه منفي او مثبت اړخونه هممهال رڼول غواړو‪:‬‬

‫‪on the one hand ... on‬‬


‫له یوې خوا ‪ ...‬له بلې خوا‬
‫‪the other hand‬‬
‫بېلګه‪ :‬له یوې خوا فېسبوک ډېرې ګټې لري‪ ،‬له بلې خوا ډېر‬
‫تاوانونه هم‪.‬‬
‫‪on the one hand .. on‬‬
‫له یو پلوه ‪ ...‬له بل پلوه‬
‫‪the other hand‬‬
‫بېلګه‪ :‬له یو پلوه فېسبوک ډېرې ګټې لري‪ ،‬له بل پلوه ډېر تاوانونه‬
‫هم‪.‬‬

‫‪216‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪on the one hand .. on‬‬


‫‪the other hand‬‬ ‫یوخوا ‪ ...‬بلخوا‬

‫بېلګه‪ :‬یوخوا فېسبوک ډېرې ګټې لري‪ ،‬بلخوا ډېر تاوانونه هم‪.‬‬

‫بېلګې ورکول ‪:‬‬

‫‪Like / such as‬‬ ‫لکه‬


‫بېلګه‪ :‬ډېرې بررګرې خوړل ډول ډول ناروغۍ زېږوي لکه ډیابېټ‪.‬‬
‫‪for example / instance‬‬ ‫د بېلګې‪/‬ساري‪/‬مثال په توګه‬
‫بېلګه‪ :‬ډېرې بررګرې خوړل ډول ډول ناروغۍ زېږوي د‬
‫بېلګې‪/‬ساري په توګه ډیابېټ‪.‬‬
‫‪on the basis of an‬‬
‫د یوې بېلګې پر بنسټ‬
‫‪example‬‬
‫بېلګه‪ :‬ښوونکي زده کوونکي ته دغه فارمول د یوې بېلګې پر‬
‫بنسټ توضیح کړ‪.‬‬

‫‪217‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫الملونه او پایلې څرګندول‪:‬‬


‫‪thus/hence‬‬ ‫نو‬
‫بېلګه‪ :‬که چېرې داسې وي‪ ،‬نو غواړم یې‪.‬‬
‫‪that's why‬‬ ‫نو ځکه‬
‫بېلګه‪ :‬هغه ناجوړ و‪ ،‬نو ځکه ډاکټر ته الړ‬
‫‪for this reason / due to‬‬ ‫له همدې کبله‪/‬المله‬
‫بېلګه‪ :‬خوشال له احمد سره ډېر بد چلند کاوه‪ .‬له همدې‬
‫کبله‪/‬المله احمد له هغه سره ټولې اړیکې پرې کړې‬
‫‪as a result of this‬‬ ‫د دې په پایله کې‬
‫بېلګه‪ :‬باتور په ښوونیز ډګر کې سپېڅلې مبارزه کوي‪ .‬د دې‬
‫زیار په پایله کې دولت هغه ته یو ستاینلیک ورکړ‪.‬‬
‫‪the reason of .. is‬‬ ‫د ‪ ...‬المل ‪/‬کبل دا دی‬
‫بېلګه‪ :‬له خوشال سره د احمد د اړیکو پرېکولو المل‪/‬کبل دا‬
‫دی چې هغه به ورسره بد چلند کاوه‪.‬‬
‫‪because‬‬ ‫دا‪/‬ځکه چې‬
‫بېلګه‪ :‬هغه وختي ډاکټر ته الړ‪ ،‬دا‪/‬ځکه چې ډېر ناجوړ و‪.‬‬

‫د شته حقیقتونو په شتون مخالف حالتونه روښانول‪:‬‬


‫‪Although‬‬ ‫سره له دې چې‬

‫‪218‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلګه‪ :‬اباسین نن ښوونځي ته ځي‪ ،‬سره له دې چې ناروغ دی‪.‬‬


‫‪even though‬‬ ‫ان دا چې‬
‫بېلګه‪ :‬پاڅون هره ورځ کار ته ځي‪ ،‬ان دا چې یوه پښه یې ماته ده‪.‬‬
‫‪even if‬‬ ‫که څه هم‬
‫بېلګه‪ :‬که څه هم رښتین ډېرې ربړې او ستونزې لري‪ ،‬دی تل له‬
‫نورو سره مرسته کوي‪.‬‬
‫‪despite the fact‬‬ ‫په داسې حال کې چې‬
‫بېلګه‪ :‬رښتین تل له نورو سره مرسته کوي‪ ،‬په داسې حال کې چې‬
‫پخپله ډېرې ربړې او ستونزې لري‬
‫بډ (مخالف) دلیلونه راوړل‪:‬‬
‫‪but‬‬ ‫خو‪/‬مګر‬
‫بېلګه‪ :‬بهاند ډېر ځله نکام شوی دی‪ ،‬خو بیا هم تل هڅه کوي‬
‫‪inversely‬‬ ‫په اوښتې توګه (برعکس)‬
‫بېلګه‪ :‬اتل ډېر سست او لټ زده کوونکی‪ .‬د ده ورور په اوښتې‬
‫توګه ډېر تکړه دی‪.‬‬
‫‪in contrast to that‬‬ ‫د دې پرخالف‬
‫بېلګه‪ :‬د زوړ سیسټم پرخالف ‪ ،‬دغه نوی سیسټم ډېر پرمختګ‬
‫کړی دی‪.‬‬

‫‪219‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫وړاندې شوي ټکي یا دلیلونه په بدله بڼه د ژر پوهېدنې لپاره بیا‬


‫تکرارول‪:‬‬

‫‪in other words‬‬ ‫په بله وینا‬


‫بېلګه‪ :‬مخالفې لوبډلې هېڅ ګول نه شو ویشتالی‪ .‬په بله وینا‪،‬‬
‫موږ سخته ماتې ورکړه‪.‬‬
‫‪in other words‬‬ ‫په نورو ټکو‬
‫بېلګه‪ :‬مخالفې لوبډلې هېڅ ګول نه شو ویشتالی‪ .‬په نورو‬
‫ټکو‪ ،‬موږ سخته ماتې ورکړه‪.‬‬
‫‪namely‬‬ ‫یانې‬
‫بېلګه‪ :‬مخالفې لوبډلې هېڅ ګول نه شو ویشتالی‪ .‬یانې‪ ،‬موږ‬
‫سخته ماتې ورکړه‪.‬‬

‫په پای کې تر ټولو مهم ټکي بیا راغونډول‪:‬‬

‫‪in general it has to be‬‬


‫په ټوله کې باید وویل شي‬
‫‪said‬‬
‫بېلګه‪ :‬په ټوله کې باید وویل چې دا موږ پورې اړه لري چې د‬
‫رسنیو پر خبرونو څومره باور کوو‪.‬‬

‫‪220‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪The examples /‬‬


‫له پورتنیو دلیلونو ‪/‬بېلګو دا‬
‫‪arguments given above‬‬
‫روښانېږي چې‬
‫‪make it clear that‬‬
‫بېلګه‪ :‬له پورتنیو دلیلونو دا روښانېږي چې په علمي ډګر کې باید‬
‫ال ډېرې څېړنې وشي‬
‫‪eventually we can say‬‬ ‫په پای کې دا ویالی شو چې‬
‫بېلګه‪ :‬په پای کې دا ویالی شو چې له دغو ستونزو سره سره باید‬
‫سړی همت له السه ورنکړي‪.‬‬
‫‪in brief‬‬ ‫په لنډو ټکو‬
‫بېلګه‪ :‬کله موږ قانون ته درناوی کوو‪ ،‬ځینې نور ترې سرغړونه‬
‫کوي‪ .‬په لنډو ټکو‪ ،‬موږ قانون جوړوو او نور یې ماتول غواړي څه‬
‫چې زموږ راتلونکي ګواښناک پرېوتالی شي‪.‬‬

‫له هر څه په پام‪/‬غور کې نیولو‬


‫‪all things considered‬‬
‫سره‬
‫بېلګه‪ :‬له هر څه په پام‪/‬غور کې نیولو سره باید وویل شي چې د‬
‫ځینو ربړو په شتون باید موږ همت له السه ورنکړو‪.‬‬

‫‪221‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫کله چې په لیکنه یا مقاله کې د بل چا لید ته اخځ ورکول غواړو‬

‫‪in X opinion‬‬ ‫د پالنکي په اند‬


‫بېلګه‪ :‬د اندیال په اند تاریخ تر جغرافیې ډېر غوره مضمون‬
‫دی‪.‬‬
‫‪X opines‬‬ ‫پالنکی په دې‪/‬بل اند دی‬
‫بېلګه‪ :‬لوراند په دې اند دی چې امریکا پر ایران برید نه شي‬
‫کوالی‪.‬‬
‫‪in X view‬‬ ‫د پالنکي د نېز ‪/‬اند‪/‬لید له مخې‬
‫بېلګه‪ :‬د زرلښتې د نېز‪/‬اند‪/‬لید له مخې د تېر کال په پرتله سږ‬
‫کال په خلکو کې ډېر شعور راغلی دی‪.‬‬
‫‪from x perspective‬‬ ‫د پالنکي د لیدلوري له پلوه‬
‫بېلګه‪ :‬د ګلڅانګې د لیدلوري له پلوه منظور پښتین کوالی شي‬
‫چې خلک سره یو کړي‪.‬‬
‫‪X has different‬‬
‫په دې اړه پالنکی یو بدل لید لري‬
‫‪opinion about that‬‬
‫بېلګه‪ :‬په دې اړه پتیال یو بدل لید لري او وایي چې په دې‬
‫کې باید موږ د یو بل مالتړ وکړو او یواځې یې نه شو ترسره‬
‫کوالی‪.‬‬

‫‪222‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪According to X's‬‬
‫د پالنکي د وروستیو شننو‬
‫‪recent‬‬
‫‪/‬څېړنې له مخې‬
‫‪analysis/researches‬‬
‫بېلګه‪ :‬د زلمي وروستیو شننو له مخې افغانستان په راتلونکي‬
‫کال کې د ملي پانګې د زیاتولو توان لري‬
‫‪After his research, X‬‬
‫‪ -‬پالنکی له څېړنې وروسته‬
‫‪has come to the‬‬
‫دې پایلې ته راورسېد‬
‫‪conclusion that‬‬
‫بېلګه‪ :‬ډاکټر بېګ له څېړنو وووسته دې پایلې ته راورسېد‬
‫چې د سراطان ناروغۍ رغېدنې لپاره نورې اسانې الرې هم‬
‫شته‪.‬‬

‫پالنکی داسې انګېري‪/‬داسې‬


‫‪X supposes that‬‬
‫ګومان کوي‬
‫بېلګه‪ :‬میرزا داسې انګېري چې داوود خان د افغانستان لومړنی‬
‫ولسمشر و‪.‬‬
‫‪X claims that‬‬ ‫پالنکی دا ادعا کوي‬
‫بېلګه‪ :‬ځال دا ادعا کوي چې ورور یې خپل حق نه ورکوي‪.‬‬

‫‪223‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪X brings his‬‬ ‫‪ -‬پالنکی خپل وړاندیځ په‬


‫‪suggestion forward as‬‬ ‫الندېني شکل رامخته کوي‬
‫‪followed‬‬
‫بېلګه‪ :‬لونګ خپل وړاندیځ په الندېني شکل رامخته کوي‪ :‬تر‬
‫هر څه لومړی باید یوه فابریکه جوړه شي او بیا یو مارکېټ جوړ‬
‫شي‪.‬‬
‫‪X emphasizes that‬‬ ‫پالنکی دا روښانوي ‪/‬څرګندوي‬
‫بېلګه‪ :‬میرویس دا روښانوي‪/‬څرګندوي چې د هلمند سنند اوبه‬
‫راګرځول به د هېواد کرنیزه وده ال زیاته کړي‪.‬‬
‫‪X necessitate that‬‬ ‫پالنکی دا اړینوي چې‬
‫بېلګه‪ :‬امېد دا اړینوي چې د جرګې لخوا دې پر ولور بندیځ‬
‫ولګول شي‪.‬‬

‫‪X makes it clear‬‬ ‫پالنکی دا اوڅاروي چې‬


‫بېلګه‪ :‬زرغون دا اوڅاروي چې په ښوونیز سیسټم کې دغه‬
‫بدلنونه ولې اړین دي‪.‬‬
‫‪X shows the‬‬
‫پالنکی د ‪ ...‬ارزښت په‬
‫‪importance of ... in the‬‬
‫الندېنۍ بڼه ځلوي‬
‫‪following manner‬‬

‫‪224‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫بېلګه‪ :‬باچاخان بابا مورنیو ژبو کې د زدکړې ارزښت په‬


‫الندېنۍ بڼه ځلوي‪" :‬کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي‪ ،‬نو‬
‫هغه قام سپک شي‪ ،‬او له کوم قامه چې خپله ژ به ورکه شي‪ ،‬نو‬
‫هغه قام ورک شي"‪.‬‬

‫‪225‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫د تمرين سم ځوابونه‬

‫نرمه "ی" او که اوږده "ې"‪:‬‬


‫‪ :۱‬ننګيال يو ډاکټر دی او ددۀ ښځه يوه "ښوونکې" ده‪.‬‬
‫‪ ٰ۲‬نن له زموږ کره "پاتې" شه‪.‬‬
‫‪ :۳‬اباسينه "ژوندی اوسې"‪.‬‬
‫‪ :۴‬ته ولې دلته "راغلې"؟‬
‫‪ :۵‬اجمل دلته نه "دی راغلی"‪.‬‬
‫‪" :۶‬ښاغلی" ځالند په ښوونځي کې يو "ښوونکی" دی‪.‬‬
‫‪ :۷‬نجيب يو غښتلی سړی" دی‪.‬‬
‫‪ :۸‬هغه ډېرې "خبرې کړې" دي‪.‬‬
‫‪ :۹‬اوږده "ې" هغه يا ده‪ ،‬چې "الندې باندې" ټکي لري‪.‬‬
‫‪ :۱۰‬هغه موږ ته غوږ نه و "نيولی"‪.‬‬
‫‪" :۱۱‬پسرلی" هغه څپرکی "دی"‪ ،‬چې ګالن "پکې" راشنه‬
‫کېږي‪.‬‬
‫‪ :۱۲‬زرين په روژه کې ډېر" تږی" کېږي او خور يې ډېره‬
‫"وږې" کېږي‪.‬‬

‫‪226‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫نرمه "ی" او که لکۍ واله "ۍ"‪:‬‬

‫‪" :۱‬ښوونځی" د رڼا کور دی‪.‬‬


‫‪ :۲‬هغه "لومرۍ" خبره بيا تکرار کړه!‬
‫‪ :۳‬تا د لوړو زدکړو لپاره کوم" پوهنځی" غوره "کړی" دی‪.‬‬
‫‪ :۴‬راځئ‪ ،‬چې "ډوډۍ" وخورو!‬
‫‪ :۵‬هغه ډېر "خواشينی" شو‪.‬‬
‫‪ :۶‬هغه ډېر خوابدی شو‪ ،‬چې کله يې د "خواشينۍ" خبر ترالسه‬
‫کړ‪.‬‬
‫‪" :۷‬ګاللۍ" ښکلې " نجلۍ" ده‪.‬‬
‫‪ :۸‬دا يوه سپينه "زمرۍ" ده‪ ( .‬يوه او ده ښځينه نومونو ته‬
‫اشاره‬
‫کوي)‪.‬‬
‫‪ :۹‬پسرلی "هغه څپرکی دی چې ګالن پکې راشنه کېږي‪.‬‬
‫‪ :۱۰‬ما ته لږه "پسرلنۍ" مېوه راوړه‪ٰ( .‬مېوه ښځينه نوم دی)‪.‬‬
‫‪" :۱۱‬پورتنی " کتاب او "پورتنۍ" کتابچه راکړه‪.‬‬
‫(کتاب نرينه او کتابچه ښځينه نوم دی)‬ ‫*‬

‫‪227‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫اوږده "ې" او که لکۍ واله "ۍ"‪:‬‬

‫‪ :۱‬نغمه ډېره "خواشينې" له ښوونځي راغله‪.‬‬


‫‪ :۲‬د "خواشينۍ" پرمهال د قرآن تالوت کول زړه ته سکون‬
‫ورکوي‪.‬‬
‫‪ :۳‬هغه "وروستۍ" خبره بيا تکرار کړه‪.‬‬
‫‪ :۴‬هغه ماته "درې" مڼې راکړې‪.‬‬
‫‪" :۵‬بريالۍ" ښځې تل د خپلو بچو په روزنه کې پراخه ونډه‬
‫اخلي‪.‬‬
‫‪ :۶‬په "پورتنۍ" غونډله کې يوه تېروتنه ده‪ .‬هغه بايد سمه‬
‫"کړې"‪.‬‬
‫‪" :۷‬ماللۍ" دلته "راغلې" ده‪.‬‬
‫‪ :۸‬د هغې "جينۍ" سترګې ډېرې "غلچکۍ" دي‪.‬‬
‫‪ :۹‬راځئ‪ ،‬چې "ډوډۍ" وخورو!‬
‫‪ :۱۰‬په عراق کې داعش ډلې يوه ښځينه "جنګيالۍ" نيول‬
‫شوې‪.‬‬

‫‪228‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫لکۍ واله "ۍ" او که همزواله "ئ"‪:‬‬

‫‪" :۱‬راشئ"‪ ،‬چې "مړۍ" وخورو‪.‬‬


‫‪ :۲‬تاسو دلته څه "کوئ"؟‬
‫‪ :۳‬په "نړۍ" کې ډول ډول پښتونه (نژادونه) ژوند کوي‪.‬‬
‫‪ :۴‬زما په "بېخبرۍ" کې يې دغه کار وکړ‪.‬‬
‫‪ :۵‬دا ليکنه بايد تاسو ټول "ولولئ"!‬
‫‪ :۶‬مهرباني "وکړئ"‪ ،‬دلته "کېنئ"!‬
‫‪ :۷‬د ده د کور په هره کوټه کې يوه ستره "غالۍ" پرته ده‪.‬‬
‫‪ :۸‬پر دې وړوکي سړک دومره ستره "الرۍ" نه شي تلالی‪.‬‬
‫‪ :۹‬د هغه لور لکه چې ناروغه ده‪ .‬ډېره "نرۍ" برېښي‪.‬‬
‫‪ :۱۰‬د هغې کشره خور کله هم په ازموينو کې نه "پاتيالۍ"‬
‫کېږي‪.‬‬

‫‪229‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫لومړۍ کيسه‬

‫يو وخت يو هلک و‪ ،‬چې شپون و او د مېږو رمه يې بووله او‬


‫څارله‪ .‬يوه ورځ دغه هلک له ډېرو څارلو ستړی شو او زړه يې‬
‫تنګ شو‪ .‬نو يوه انده يې ذهن ته ورغله‪ ،‬چې راځه‪ ،‬دا کليوال د‬
‫يوې ټوکې په موخه په يو چل وغولوم‪ .‬ده په لوړ غږ دا چيغې‬
‫وهلې‪ " :‬اې خلکو مرسته "وکړئ"‪ ،‬لېوه"راپسې" دی‪ ،‬لېوه راپسې‬
‫دی"‪ .‬کله چې يې کليوالو غږ واورېد‪ ،‬نو په بيړه يې هلک ته‬
‫ورمنډې کړې‪ .‬کليوال چې ورورسېدل او له ده يې وپوښتل‪ ،‬چې‬
‫لېوه چېرته دی‪ .‬دی خټ خټ له خندا ورته شين شو او ورته ويې‬
‫هسې‬ ‫ما‬ ‫او‬ ‫وغولېدئ‬ ‫ټول‬ ‫تاسو‬ ‫چې‬ ‫ويل‪،‬‬
‫تېراېستلئ‪.‬‬
‫څو ورځې وروسته دغه شپون هلک دغه چل بيا تکرار کړ او د‬
‫مرستې غوښتو نارې يې پيل کړې‪ .‬کله چې کليوال په چټکۍ سره‬
‫ورته راورسېدل او ويې ليدل‪ ،‬چې دغه هلک دوی بيا وغولول‪،‬‬
‫نو ډېر ورته په غوسه شول‪ .‬يو څو وخت وروسته يو لېوه ددغه‬
‫هلک رمې ته راګډ شو او دده پر مېږو يې بريد وکړ‪ .‬شپون هلک‬
‫له ډاره د کلي پر لوري منډې وکړې او د مرستې‬
‫چيغې يې ووهلې‪.‬‬

‫‪230‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫دا ځل يې کليوالو داسې انګېرل‪ ،‬دغه هلک به ورسره بيا د تېرو‬


‫دوو ځلو په څېر يو چل کوي‪ ،‬نو ورنغلل‪ .‬کله چې هلک کلي ته‬
‫راورسېد او کليوال يې سم خبر کړل‪ ،‬نو د رمې ژغورلو لپاره يې‬
‫په ګډه ورمنډې "کړې‪ .‬هغوی چې ورسېدل‪ ،‬نو مېږې ټولې مړې‬
‫پرتې وې‪.‬‬
‫دويمه کيسه‬
‫يوه ورځ يو ځوان سړی د ښار په منځ کې والړ و او خلکو ته يې‬
‫ويل‪ ،‬چې دی په دغه سيمه کې تر ټولو ښکلی زړه لري ډېر خلک‬
‫ورته راټول شول او ددغه سړي زړه يې ستايه‪ ،‬ځکه چې بشپړ و‪.‬‬
‫نه پکې ټکي وو او نه پکې تېروتنې برېښېدې‪ .‬دوی ټولو دده اند‬
‫تاييد کړ او دا يې ومنله‪ ،‬چې دومره ښکلی زړه يې تراوسه چېرته‬
‫نه و ليدلی‪ .‬نوموړي ځوان په دې شېبه ډېر وياړ‬
‫وښود او ځان يې ال ښايه‪.‬‬
‫په ناڅاپه ډول په دې الرغه يو زوړ سړی په دې خلکو کې راښکاره‬
‫شو او دې ځوان سړي ته يې وويل‪ " ،‬ستاسو د زړه ښايست‬
‫دومره نه دی لکه زما د زړه چې څومره دی"‪ .‬نوموړي ځوان او‬
‫هغه نورو خلکو ددغه بوډا سړي زړه ته ځير شول‪.‬‬
‫هغه (د زوړ سړي زړه) سخت ګړبېده‪ ،‬خو له داغونو ډک و‪ ،‬دا‬
‫چې ځينې وړې برخې یې ليرې شوې وې او ځينې نورې زړې‬

‫‪231‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫تشې په نورو نويو پوښول شوې وې‪ .‬خو هغوی سره سمون نه‬
‫خوړ او ځينې ګوټونه (کونجونه) يې شلېدلي وو‪ .‬همدا راز يې زړه‬
‫ځينې دچې (وړې کندې) درلودې‪ .‬خلکو په ځير ځير ورته کتل او‬
‫له ځانونو سره يې دا اندل چې دغه بوډا څنګه داسې انګېرالی‬
‫شي‪ ،‬چې دده زړه د هغه ځوان سړي تر زړه ډېر ښکلی‬
‫دی‪.‬‬
‫زاړه سړي ځواب ورکړ‪ :‬هو ستاسو زړه روغ او بشپړ ښکاري‪،‬‬
‫خو هېڅکله به خپل زړه ستا پر زړه ورنکړم‪ .‬زما د زړه هر داغ د‬
‫يوه انسان لپاره دی‪ ،‬چا ته چې ما مينه ورکړې‪ .‬زه مې له زړه يوه‬
‫ټوټه راغو څوم او دوی ته يې ورکوم او کله نا کله دوی هم ماته‬
‫د خپلو زړونو ټوټې راکوي‪ ،‬چې زما د زړه دا تشې ډکې کړي‪ .‬خو‬
‫دا چې سم نه ورسره "جوړېږي"‪ ،‬نو ځينې څنډې يې ځيږې وي‪.‬‬
‫زه هغه بيا هم ارزوم‪ .‬ځکه چې ماته هغه مينه رايادوي‪ ،‬چې موږ‬
‫به له يو بل سره وېشله‪ .‬کله نا کله مې ځينو ته د زړه ټوټې ورکولې‪،‬‬
‫بې له دې چې دوی يې هم راکړي‪ ،‬نو همدا المل دی‪ ،‬چې زړه مې‬
‫لږې کندې او دچې هم لري‪ .‬مينه ورکول کله نا کله ځان په خطر‬
‫کې د اچولو مانا هم وي‪ .‬که څه هم دغه پرهارونه ال تازه دي او‬
‫خوږېږي‪ ،‬بيا هم ماته خپله مينه رايادوي‪ ،‬چې هغو وګړو سره مې‬
‫لرله‪ .‬زه هيله لرم‪ ،‬چې يوه ورځ به دوی بېرته راشي"ږ او زما د‬

‫‪232‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫زړه ټولې تشې ډکې کړي‪ .‬زاړه ورپسې زياته کړه‪ ،‬ښه نو اوس پوه‬
‫شوې‪ ،‬چې اصلي ښکال د يو‬
‫زړه څه ته وايي ؟‬
‫هغه ځوان سړی غلی والړ و او پر مخ يې اوښکې رابهېدې‪ .‬هغه‬
‫دې بوډا ته ورنژدې شو او له زړه يې يوه ټوټه راوشکوله او دې‬
‫بوډا سړي ته يې ورکړه‪ ،‬چې لږ تر لږه يې يوه تشه ورډکه کړي‪.‬‬

‫‪233‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫کړ اوړون تمرين‪:‬‬

‫کول‬
‫کوي‬ ‫هغه‬ ‫کوې‬ ‫ته‬ ‫کوم‬ ‫زه‬
‫هغوی کوي‬ ‫تاسو کوئ‬ ‫کوو‬ ‫موږ‬
‫نيول‬
‫نيسي‬ ‫هغه‬ ‫نيسې‬ ‫ته‬ ‫نيسم‬ ‫زه‬
‫هغوی نيسي‬ ‫تاسو نيسئ‬ ‫نيسو‬ ‫موږ‬
‫تلل‬
‫ځي‬ ‫هغه‬ ‫ځې‬ ‫ته‬ ‫ځم‬ ‫زه‬
‫هغوی ځي‬ ‫تاسو ځئ‬ ‫ځو‬ ‫موږ‬
‫رسېدل‬
‫رسېږي‬ ‫هغه‬ ‫رسېږې‬ ‫ته‬ ‫رسېږم‬ ‫زه‬
‫هغوی رسېږي‬ ‫تاسو رسېږئ‬ ‫رسېږو‬ ‫موږ‬
‫مينځل‬
‫مينځي‬ ‫هغه‬ ‫مينځې‬ ‫ته‬ ‫مينځم‬ ‫زه‬
‫هغوی مينځي‬ ‫تاسو مينځئ‬ ‫مينځو‬ ‫موږ‬
‫لرل‬
‫لري‬ ‫هغه‬ ‫لرې‬ ‫ته‬ ‫لرم‬ ‫زه‬

‫‪234‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫هغوی لري‬ ‫تاسو لرئ‬ ‫لرو‬ ‫موږ‬

‫د يو واو او دوو واوونو تمرين‪:‬‬

‫منونکی‬ ‫څېړونکی‬ ‫ښوونکی‬ ‫کوونکی‬


‫پلورونکی‬ ‫نيوونکی‬ ‫شنونکی‬ ‫لېږونکی‬
‫هېروونکی‬ ‫پېرودونکی‬ ‫اورېدونکی‬ ‫لوستونکی‬

‫الندېني کړونه نومونو ته واړوئ‪:‬‬


‫پر او په تمرين‪:‬‬
‫‪ :۱‬د بام پر سر يې کاشمالي کرلي دي‪.‬‬
‫‪ :۳‬هغه په دې اړه له چا سره نه غږېږي‪.‬‬
‫‪ :۴‬پر دې موضوع ستا اند څه دی؟‬
‫‪ :۵‬په راتلونکې اوونۍ کې راشه‪.‬‬
‫‪ :۶‬د راروانې مياشت پر ‪ ۲۶‬يمه به درشم‪.‬‬
‫‪ :۷‬تاسو پر څه له ما خوابدي ياست؟‬
‫‪ :۸‬خپل بکس دې پر ځمکه باندې مه پرېږده‪.‬‬
‫‪ :۹‬زه د لغمان پر لوري ځمه‪.‬‬

‫‪235‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫په خپله او پخپله تمرين‪:‬‬


‫‪ :۱‬په خپله مورنۍ ژبه کې زدکړه کول د هر وګړي حق او رښته‬
‫ده‪.‬‬
‫‪ :۲‬هغه له ما ځکه غوښتنه وکړه‪ ،‬دا چې پخپله يې نه غوښتل‪.‬‬
‫‪ :۳‬هغه په خپله کورنۍ کې له خپلې مور او خور سره ډېره مينه‬
‫کوي‪.‬‬
‫‪ :۴‬په خپله خوله دې وويل‪ ،‬بل چا نه‪.‬‬
‫‪ :۵‬پخپله يې دغه کار هم کولی شو‪ ،‬خو د لټوالي له کبله يې‬
‫پر خپل ورور وکړ‪.‬‬
‫‪ :۶‬دغه ستونزه يوازې ته پخپله حلوالی شې‪.‬‬
‫‪ :۷‬که په خپله خوښه دلته راشې‪ ،‬نو غوره به وي‪.‬‬
‫‪ :۸‬څوک چې په خپله ژبه نه شې غږېدای‪ ،‬نو داسې دی لکه يو‬
‫بې اروا بدن‪.‬‬
‫‪ :۹‬لومړی يې څه نه ويل‪ ،‬خو بيا يې پخپله اقرار وکړ‪ ،‬چې دا‬
‫کار ده کړی دی‪.‬‬
‫‪ :۱۰‬هغه ماته وويل‪ ،‬چې زه درپسې درځم‪ ،‬خو زه پخپله ورغلم‬

‫‪236‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫په خوا او پخوا تمرين‪:‬‬


‫‪ :۱‬دا خبره يې ماته پخوا کړې وه‪.‬‬
‫‪ :۲‬زه د خپل ملګري په خوا کې کېناستم‪.‬‬
‫‪ :۳‬پخوا به خلکو داسې کول‪ ،‬خو اوس يې دغه کار پرېښی دی‪.‬‬
‫‪ :۴‬دا ډېر پخوانی انځور دی‪.‬‬
‫‪ :۵‬هغه تل د خپلې مينې په حوا کې اوسېدل غواړي‪.‬‬
‫‪ :۶‬که پخوا دې ويله وای‪ ،‬نو وژلی به يې وای‪.‬‬
‫‪ :۷‬دا ښار ډېر بدل شوی دی‪ .‬د پخوا په څېر نه دی پاتې شوی‪.‬‬
‫‪ :۹‬که زموږ په خوا راغلې‪ ،‬نو د يو سالم لپاره راشه‪.‬‬
‫‪ :۱۰‬پخوانۍ کيسې پرېږده‪ .‬نوې خبرې وکړه!‬
‫‪ :۱۱‬دا کار يې پخوا کړی که اوس؟‬

‫له خوا او لخوا تمرين‪:‬‬


‫‪ :۱‬که زما له خوا څه مرستې ته اړتيا وي‪ ،‬نو چمتو يم‪.‬‬
‫‪ :۲‬زما له خوا دې تاسو ټولو ته اختر مبارک وي‪،‬‬
‫‪ :۳‬دا پرېکړه د ولسمشر لخوا وشوه‪.‬‬
‫‪ :۴‬زما لخوا يوه تېروتنه شوې ده‪.‬‬
‫‪ :۵‬په ښوونځي کې د مدير لخوا د موبايل بنديځ يوه اندپوښتنه‬
‫ترسره شوه‪.‬‬
‫‪ :۶‬باد له دغې خوا راغی‪.‬‬

‫‪237‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫‪ :۷‬له يوې خوا ډېرې ګټې لري او له بلې خوا زيانونه هم‪.‬‬

‫چېرې او چېرته تمرين‪:‬‬


‫‪ :۱‬بالله ته اوس چېرته اوسېږې؟‬
‫‪ :۲‬ته چېرې تللی وې‪ ،‬زه درپسې ګرځېدم‪.‬‬
‫‪ :۳‬چېرې روان يې؟ که ښار ته ځې‪ ،‬نو زه هم درسره ځم‪.‬‬
‫‪ :۴‬هر چېرته چې وې‪ ،‬خوشاله اوسې‪.‬‬
‫‪ :۵‬زه چې هر چېرې تلل وغواړم‪ ،‬نو ځم‪.‬‬
‫‪ :۶‬زويه وګوره‪ ،‬چې ستا پنډوسکی چېرته پروت دی‪ .‬څو به يې‬
‫درنه پټ کړي‪.‬‬
‫‪ :۸‬زه په کټ کې څملم او ته چېرته څملې‪ ،‬په کټ کې يا پر‬
‫ځمکه‪.‬‬
‫‪ :۹‬هغه چېرې الړ؟ ماته يې هېڅ ونه ويل‪.‬‬
‫‪ :۱۰‬تاسو چېرته پاتې کېږئ؟‬
‫‪ :۱۱‬خدای خبر‪ ،‬چې هغه به چېرته پټ وي‪ .‬هېڅ يې نه شم‬
‫پيدا کولی‪.‬‬

‫‪238‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫هم داسې او همداسې توپيرونه‪:‬‬


‫‪ :۱‬ماته يې هم داسې يوه خبره وکړه‪.‬‬
‫‪ :۲‬هغه ته يې هم داسې يو کارټ ورکړ‪.‬‬
‫‪ :۳‬همداسې نه ده‪ .‬تاته چا ناسم معلومات درکړي دي‪.‬‬
‫‪ :۴‬ما لومړی هم داسې فکر کاوه‪.‬‬
‫‪ :۵‬ما چې کله خپل اند ورسره ګډ کړ‪ ،‬نو ده وويل‪ ،‬چې بلکل‬
‫همداسې ده‪.‬‬
‫‪ :۶‬دا ته هم داسې غږېږې‪ ،‬شرمېږې نه؟‬
‫‪ :۷‬همداسې تبا ښه دی‪ ،‬چې موږ ته غوږ نه نيسي‪.‬‬

‫‪239‬‬
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫وییپانګه‬
Word: ‫ وی‬wajai
words: ‫ وییونه‬wajuna
sentence: ‫ غونډله‬ɣwanɖəla
language: ‫ ژبه‬ʒəba
singular: ‫ یوګړی‬jawgaɻai
plural: ‫ ډېرګړی‬ɖergaɻai
gender: ‫ نوږی‬noʝai
male: ‫ نرینه‬narina
female: ‫ ښځينه‬çadzina
letter: ‫ توری‬torai
letters: ‫ توري‬tori
obejct: ‫ مفعول‬maf'uːl
subject: ‫ کړند‬kaɻənd
end: ‫ پای‬paːi
ebdings: ‫ پایونه‬paːjuna
form/shape: ‫ بڼه‬baɳa
prevention: ‫ مخنیوی‬məxniwai
week: ‫ اوونۍ‬ownəi

240
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

example: ‫ بېلګه‬belga
use: ‫ کارول‬kaːrawəl
usage: ‫ کارونه‬kaːrawəna
representation: ‫ استازیتوب‬aːstaːzitob
contents: ‫ منځپانګه‬məndzpaːnga
training: ‫ تمرین‬tamrin
relation or contact: ‫ اړیکه‬aːɻika
except: ‫ پرته‬...‫له‬
reason: ‫کبل‬/ ‫ المل‬laːmel/ kabəl
difference: ‫ توپير‬tawpir
translation: ‫ ژباړه‬ʒbaːɹa
agreement: ‫ همغږي‬həmɣəʝai
rule: ‫ قاعده‬kaːida
obvious: ‫ څرګند‬/ ‫ جوت‬dʒawət/ tsargənd
dependant: ‫ خپلواک‬xpəlwaːk
independant: ‫ ناخپلواک‬naːxpəlwaːk
modus: ‫ څرنګوالی‬tsarəngwaːlai
reference: ‫ اخځ‬aːxədz
derivation: ‫ بېلښت‬beləçt

241
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

compound: ‫ تړښت‬taɻəçt
subordinate clause: ‫ څېرمه غونډله‬tserma
ɣwanɖəla
main clause: ‫ اره غونډله‬aːra ɣwanɖəla
adverbial clause: ‫ کړولغونډله‬laɹwəlɣwanɖəla
particle : ‫ وییکی‬wajikai
morphology: ‫ ګړپوهنه‬gəɻpohəna
phonology: ‫ غږپوهنه‬ɣəʝpohəna
adjective clause: ‫ ستاینومغونډله‬staːinom
ɣwanɖəla
noun clause: ‫ نومغونډله‬nom ɣwanɖəla
object clause: ‫ مفعولغونډله‬maf'uːl ɣwanɖəla
subject clause: ‫ کړندغونډله‬kəɻ ɣwanɖəla
relative clause: ‫ اړیکغونډله‬aːɻik ɣwanɖəla
grammatical case: ‫ ژبدودیز پېر‬ʒabdodiz per
passive voice: ‫ بېچار غږ‬betʃaːr ɣəʝ
active voice: ‫ چازند غږ‬tʃaːrənd ɣəʝ
subjunctive: ‫ ناخبري وجه‬naːxabri wədʒa
morpheme: ‫ ګړ‬gəɻ

242
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

bound morpheme: ‫ ناخپلواک ګړ‬naːxpəlwaːk gəɻ


free morpheme: ‫ خپلواک ګړ‬xpəlwaːk gəɻ
nominativ: ‫ کړندپېر‬kaɻəndper]
genetiv: ‫ تولپېر‬tolper
dativ: ‫ ناسیده مفعولپېر‬naːsida maf'uːlper
accusative: ‫ سیده مغعولپېر‬sida maf'uːlper
oblique case: ‫ اوښتی پېر‬aːwəçtai per
local: ‫ ځایي‬dzaːji
temporal: ‫ مهالي‬məhaːli
causal: ‫ الملي‬laːmeli

243
‫کامران منګل افغان‬ ‫د پښتو ګرامر‬

‫اخځلیکونه‬

‫* پښتو پښویه ‪ -‬پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار – ‪۲۰۰۵‬‬


‫* پښتو لیکنی سمون ‪ -‬پوهاند اسمعيل یون‬
‫* پښتو وییپوهنې او غږپوهنې ‪ -‬پوهنوال محمد صابر‬
‫خویشکي – ‪۲۰۰۱‬‬

‫‪244‬‬

You might also like