Professional Documents
Culture Documents
بردوکس میکسچردفنګس اوبکتریا ضد یوه وقایوی دوا ده چه دمیوه لرونکو ونولکه انګور ،مڼو ،شفتالو او نورو سخت
زړو میوه جاتو د استراحت پرمهال هغه وخت چه پنګونه( )budsتازه په پړسیدو شروع کوی ،استعمالیږی ځکه چه په
همدغی وخت کی فنجیان هم په ټوکیدنه پیل کوی .یوځل که فنګسونه وټوکیږی بیا دبوردوکسمکسچراستعمال موثریت نه
لری .بوردوکسمکسچردفنګسی اوبکتریایی ناروغیو په وقایوی مخنیوی کی مهم رول لری لکه فایربالیت(لکه سیا سیب)
سپیرغوږی ،انترکنوز او کنکر( .)cankerهمدارنګه بردوکس میکسچر دنیالګیو دسوریو دضد عفونی کولو لپاره هم
کارول کیږی تر څو دنیالګیو ریشی او غاړه ( )collarله ورستیدنی( )rot9وژغوری.
بوردوکسمکسچرکه دډیروکالو لپاره په زیات مقدار سره استعمال شی په چاپیلایر کی دالودګۍ سبب ګرځی نو ښه داده چه
په کال کی یو ځل په ژمی کی استعمال شی.
دا دوا د کاپرسلفیټو او کلسیم هایدرو اکسایدو مخلوط دی او میکانیزم یی دکاپر( )cuایون دی چه دفنګسونو په سپورو کی
انزایمونه متاثره کوی اودشنه کیدو مخنیوی یی کوی .ځکه بردوکس میکسچر باید داسی وخت استعمال شی چه دفنګسونو
سپورونوټوکیدنه )germination( 9نه وی پیل کړی.
دجوړولو 9طریقه:
-۱یوکیلو ګرام نیل ( )Copper Sulfateتوتیا لومړی په اور کیږدی چه اوبه یی تبخیر او رنګ یی خاکستری شی .بیا یی
په یوه پالستیکی لوښی کی یواځی دابوسره حل کړی اود ململ نه یی تیرکړی.
- ۲یوکیلوګرام ژوندۍ چونه/اهک رواخلۍ ،لومړی به چونه دیوڅه اوبوپواسطه مړه کړۍ ،بیا یی په یوه پالستیکی لوښی
کی یواځی داوبوسره حل اودململ نه یی تیرکړۍ.
۱۰۰ -۳لیتره اوبه به اندازه کړۍ او په پورته دواړو (نیل توتیا او چونه) کی به له همدی ۱۰۰لیترونه اوبه واچوۍ.
ددی لپاره چه دبردوکس میکسچر بقایاوی وروسته له دوا پاشی او پریمنځلو څخه خنثی کړو په محلول پاش لږ دسرکی
تیزاب وغړوی .دبردوکس میکسچر ښه خصوصیت دادی چه دمنی ،ژمی او پسرلی باران یی په اسانی سره نه شی
پریمنځالی او په نبات باندی په ښه توګه نښلی.
دا دوا دمیوه دارو ونو په تنواو ښاخو چه باکتیریل کنکریا ښاخبرۍ بردوپست(:)Bordeaux paste
پواسطه زخمی شوی وی او یا بعضی فنګسی امراضو پواسطه زیانمند شوی وی او افرازات راباسی د برس پواسطه مښل
کیږی تر څو له مصابیدو څخه وژغورل شی او په الندی ډول جوړیږی.
-۱یوکیلوګرام کاپرسلفیت له حرارت او رنګ بدلیدو 9وروسته په ۷نیم لترو اوبو کی حل کړی.
-۲یونیم کلوګرامه ژودۍ چونه لمړی مړه کړی او بیا یی علیحده په ۷نیم لترو اوبو کی حل کړی .بیا دواړه محلولونه په
عین وخت کی لکه پورته عکس چه ښایی ،په دریم پالستیکی لوښی کی سره ګډ کړۍ .اوس نو دا اسمانی رنګه خمیره یا
غلیظ محلول استعمال ته اماده دی.
بردوکس پینټ هم دژورو او بی شکله زخمو له پاره چه بردوکس پینټ(:)Bordeaux paint
کنکر ،ګموسز( )root rot( ،)collar rot( ،)gummosisیا هغه زخمونه چه دبعضی زراعتی عملیاتو پواسطه رامنځته
شویوی د کال په هر موسم کی استعمالیږی ،خصوصا دا دهغو منطقو لپاره چه تند باران ولری ډیر مناسب دی ځکه
معالجه شوی برخی داوبو څخه دزیات وخت لپاره ساتی او زخمونه ژر جوړیږی.
وروسته له هغه چه کاپرسلفیتو ته حرارت ورکړل شی او په میده پوډرو بدل شی بیا دی په مکمل دول د مړی شوی چونی
سره ګد شی او له( )3litersګرم شویو سړو غوړو سره مخلوط شی چه متجانس خمیر ورڅخه جوړ شی .بیا یی کوالی
شی دبورس پواسطه دنبات په متضررو برخو وموښی او هم کوالی شی چه په یوه په غیر فلزی یا شیشیی بوتل کی یی
دراتلونکی لپاره ذخیره کړی.
ڼوټ:په پشتو او فارسی منابعو کی بردوکس پست لکه بردوکس پینټ داسی تشریح شوی او په انګریزی منابعو کی یی فرق
شته دی لکه دپورته په شان.