You are on page 1of 9

‫د افغانستان اسالمي جمهوريت‬

‫د پوهنې وزارت‬
‫د ننګرهار واليت د پوهنې رياست‬
‫د بهسودو د پوهنې آمريت‬
‫مقام خان لېسه‬

‫د لسم ټولګي لپاره د کمپيوټر‬


‫مضمون سوال او ځواب‬

‫‪Ketabton.com‬‬
‫ترتيب او برابرول ‪ :‬بهادرزمان (منيب)‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫✓ کمپیوټر څه شی دی او له کومې کلیمې څخه اخیستل شوی دی؟‬

‫✓ کمپیوټر د ‪ compute‬له کلیمې څخه اخیستل شوی معنا یې شمېرنه ده‪،‬په اصطالح کې‬

‫هغه برېښناییز ماشین دی چې پروګرام منونکی وي او منطیقي او ریاضي اجرآت ترسره‬

‫کړي‪.‬‬

‫✓ کمپیوټر په ورځني ژوند کې څه رول لري؟ په لنډه توگه یې ولیکي؟‬

‫✓ نن ورځ کمپیوټر د ژوند په بیالبېلو اړخونو کې زیات رول لري‪،‬لکه‬

‫روغتیا‪،‬پوهنه‪،‬تجارت‪،‬صنعت ‪،‬کورونو او داسې نور‪..‬‬

‫✓ په کور کې کمپیوټر د څه لپاره کارول کیږي؟‬

‫✓ نن ورځ زیات وګړي په کورونو کې هم کمپیوټر کاري‪،‬لکه د مالي چارو تنظیم ‪،‬انټرنیت‬

‫استعمالو‪،‬لوبې کول‪،‬مطالبو لیکل‪،‬او داسې نور‪.‬‬

‫✓ په سوداگرۍ او سوداگریز و مؤسسو کې د کمپیوټر د رول په اړه څو کرښې ولیکئ؟‬

‫✓ نن ورځ په سوداګرۍ کې هم د کمپیوټر څخه استفاده کیږي لکه‪ :‬د کمپنۍ‬

‫سمبالښت‪،‬اړیکي ټینګول‪،‬انالین د خپلو توکو او محصوالتو خرڅول او داسې نور‪..‬‬

‫✓ د هغه دوه ډوله کمپیوټري سیستمونو نوم واخلي چې په لویو مارکیټونو کې ترې گټه‬

‫اخیستل کیږي؟‬

‫✓ د ‪ POS‬او ‪ EPOS‬سیستمونه دي چې په لویو مارکیټونوکې ترې ګټه اخیستل کیږي‪.‬‬

‫✓ لېرې زده کړیز )‪ (Distance Learning‬سیستم د زده کړې په بهیر کې کوم بدلونونه‬

‫منځ ته راوړي دي؟‬

‫✓ لېرې زدکړیز سیستم د انټرنیټ له الرې په انالین زده کړو کې اسانتیا رامنځ ته کړې‪،‬په‬

‫ټوله نړۍ کې میلونونه زده کوونکې ددې سیستم له الرې په زده کړو بوخت دي‪.‬‬

‫✓ په روغتیایي سازمانونو کې له کمپیوټر څخه گټه اخیستل څه ارزښت لري؟ توضیح یې‬

‫کړئ؟‬

‫‪1‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫✓ نن کمپیوټر په روغتیایي مؤسسو کې هم په پراخه کچه استعمالیږي لکه د ناروغانو د‬

‫ځانګړتیاوو به ثبت‪،‬تشخیصي االتو په کنټرول ‪،‬طبي څېړنو‪،‬انټرنېټ خدمات‪،‬حاضرۍ‬

‫کنټرولول او داسې نور‪..‬‬

‫✓ د کمپیوټر د خوندیتوب په اړه څو کرښې ولیکی؟‬

‫✓ د دولتونو او سازمانونو د قوانینو ترڅنګ باید هر کمپیوټر د امنیت د ساتلو لپاره له الندې‬

‫الرو څخه استفاده وکړي‪:‬‬

‫درېم‪ :‬جاسوسۍ ضد سافټویر‬ ‫اول‪ :‬پاسورډ لګول دوهم‪ :‬اور دېوال استعمالول‪.‬‬

‫پنځم‪:‬کمپیوټر خونې ته پام‬ ‫استعمالول‪ .‬څلورم‪ :‬ویروس ضد سافټویرونه انسټالول‪.‬‬

‫کول‪.‬‬

‫✓ د کمپیوټري گواښونو نومونه واخلئ؟‬

‫✓ ‪ :۱‬د نورو د کمپیوټرونو حریم باندې یرغل‪ :۲ .‬ورانوونکي پروګرامونه‪:۳ .‬‬

‫ویروسونه‪.‬‬

‫✓ د کمپیوټري یرغلگرو په اړه لندر توضیحات ورکړئ؟‬

‫✓ هغه کاروونکي چې د نورو د کمپیوترونو حریم ته د خپلو مهارتونو په اساس ورننوځي‬

‫او د هغوی معلومات غال کوي کمپیوټري یرغل بلل کیږي‪.‬‬

‫✓ ورانوونکي پروگرامونه څرنگه پروگرامونه دي؟‬

‫✓ له هغو پروګرامونو څخه عبارت دي چې د کمپیوټر په حافظه کې ځای پر ځای کوي او‬

‫په کمپیوټر کې د ټولو معلوماتو نظم له منځه وړي‪.‬‬

‫✓ کمپیوټري وېروس څه شی دی؟‬

‫✓ له هغو وړو پروګرامونو څخه عبارت دي چې ځانونه دنورو پروګرامونو پورې نښلوي‬

‫او په کمپیوټر کې پراته معلومات زیانمن کوي او یا یې له منځه وړي‪.‬‬

‫‪2‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫✓ و پروسونه په کمپیوټرونو کې کومې ورانۍ رامنځ ته کوي؟ د دا ډول څو وراتیو نومونه‬

‫واخلئ؟‬

‫✓ ‪ :۱‬عامل سیستم فلج کول‪ :۲ .‬له ډریوونو معلومات حذف کول‪ :۳ .‬د فایلونو نوم بدلول‪.‬‬

‫‪ :۴‬هارډویر غیر معمول کارول‪ :۵ .‬سیستم په خپل سر بندېدل او چاالنېدل‪.‬‬

‫✓ د کمپیوټر د نامناسبې کارونې په پایله کې د جسمي او رواني عوارضو په اړه لندي‬

‫توضیحات ورکړئ؟‬

‫✓ که کمپیوټر له حده ډېر وکارول شي جسمي او روحي نارغۍ رامنځ ته کوي‪،‬لکه عصبي‬

‫فشار‪،‬هډوکو درد‪،‬د عضالتو درد او داسې نور‪.‬‬

‫✓ په کمپیوټر کې زېرمه څه ارزښت لري؟‬

‫✓ زېرمه د کمپیوټر د مهموبرخو څخه ګڼل کیږي‪،‬د اطالعاتو‪،‬ډیټا ‪،‬پروګرامونو او الښوونو‬

‫د زېرمه کولو لپاره استعمالیږي‪.‬‬

‫✓ آیا د اصلي زېرمې د نشتوالي په صورت کې کمپیوټر د معلوماتو د پروسس کولو وړتیا‬

‫لري؟‬

‫✓ د اصلي زېرمي د نشتوالي په صورت کې د معلوماتو د پروسس وړتیا نه لري‪.‬‬

‫✓ اصلي زېرمه په څو ډوله ده او توپیر یې په څه کې د دی؟ توضیح یې کړی‪.‬‬

‫‪ Rom : ۲‬فرق یي دا دې چې رم معلومات په موقتي ډول‬ ‫✓ دوه ډوله ده‪۱ :‬ــ ‪Ram‬‬

‫ذخېره کوي د برښنا د پرې کېدو سره له منځه ځي خو روم بیا ددې خالف دی معلومات د‬

‫برښنا د پرې کېدو په صورت کې له منځه نه ځي‪.‬‬

‫✓ مرستندویه حافظه څرنگه حافظه ده؟ په لنډه توگه یې شرحه کړئ‪.‬‬

‫✓ داسې حافظه ده چې معلومات پکې په دایمي ډول زېرمه کیږي لکه فلش‪،‬هادرډ‬

‫ډیسک‪،‬سي ډي او داسې نور‪...‬‬

‫✓ د اصلي او مرستندویه زېرمې تر منځ توپیر څه دی؟‬

‫‪3‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫✓ په اصلي زېرمه کې معلومات د تغیر وړ نه دی خو په مرستندویه زېرمه کې معلومات د‬

‫تغیر وړ دي‪.‬‬

‫✓ د اصلي زېرمې په شتون کې ولې له مرستندویه زېرمې څخه کار اخلو؟‬

‫✓ ځکه اصلي زېرمې حجم کم وی ظرفیت زیات نه لري خو د مرستندویه زېرمې چکټتیا‬

‫کمه وي خو حجم یې زیات وي‪.‬‬

‫✓ څو ډوله مرستندویه زېرمه پیژنی؟ نومونه یې واخلئ‪.‬‬

‫✓ ‪ :۱‬سي ډي ‪ :۲‬فالپي ډیسک ‪ :۳‬هارد ډسک ‪ :۴‬فلش‪.‬‬

‫✓ مرکزي پروسس کوونکی (‪ )CPU‬څه شی ده؟‬

‫✓ مرکزي پروسس کوونکی واحد د معلوماتو د پروسس اصلي چاره په غاړه لري ‪،‬د‬

‫کمپیوټر مغز ګڼل کیږي‪.‬‬

‫✓ مرکزي پروسس کوونکی د کومو واحدونو درلودونکی دی؟‬

‫✓ د محاسبي او منطق‪ ،‬او کنټرول واحدونو درلودونکی دی‪.‬‬

‫✓ مرکزي پروسس کوونکی په کمپیوټر کې څه اهمیت لري؟‬

‫✓ مرکزي پروسس کوونکی زیات اهمیت لري که چېرې دا واحد موجود نه وی کمپیوټر‬

‫پروسس نه شي کوالی‪.‬‬

‫✓ د ‪ Start‬مینو په کمپیوټر کې څه رول لري؟‬

‫✓ د سټارټ مینو په مرسته موږ کوالی شو دېرې چارې په اسانۍ سره ترسره کړو‪،‬لکه‬

‫کمپیوټر بندول او چاالنول‪،‬ټول پروګرامونه خالصول‪،‬او داسې نور‪..‬‬

‫✓ د ‪ Start‬مینو د انتخابونو (‪ )option‬نومونه واخلئ‪.‬‬

‫✓ ‪ All programs , My documents,My computer,control panel‬او داسې‬

‫نور‪...‬‬

‫✓ په ‪ Start‬مینو کې د ‪ Search‬او ‪ Run‬دندې بیان کړئ‪.‬‬

‫‪4‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫✓ ‪ Search‬د لټون او د یو څه د لټولو لپاره استعمالیږي‪ Run ،‬بیا د پروګرامونو د‬

‫خالصولو لپاره کارول کیږي‪.‬‬

‫✓ اکونټ څه شی دی؟‬

‫✓ هغه حساب ته ویل کیږی چې دهغې په واسطه کمپیوټر ته ننوځو‪.‬‬

‫✓ اکونټ په څو برخو وېشل شوی دی؟ نومونه یې واخلئ‪.‬‬

‫✓ په درې دوله ویشل شوي دي‪:‬‬

‫‪( Administrator Account :۱‬مدیریت حساب)‬

‫‪ :۲‬مېلمه حساب (‪)Guest Account‬‬

‫‪ :۳‬محدود حساب (‪)Limited Account‬‬

‫✓ د مدیریت اکونټ (‪ )Administrator‬او محدود اکونټ ترمنځ څه توپیر دی؟‬

‫✓ مدیریت اکونټ کوالی شي سافټویرونه انسټال کړي او نور اساسي تغیرات په کمپیوټر کې‬

‫راولي خو محدود اکونټ یواځې خپل پاسورډ بدلوالی شي نور هیڅ نه شي کوالی‪.‬‬

‫✓ د فارمټ مینو د ورډ پروگرام په کومه پټه کې موقعیت لري؟‬

‫✓ د وسایلو په پټه کې موقیعت لري‪.‬‬

‫✓ له فارمټ مینو څخه په کومو ځایونو کې گټه اخیستل کیږي؟‬

‫✓ د فونټونو د تغیر‪،‬رنګونو تغیر‪،‬لیک اندازه او نورو ځایونو کې استعمالیږي‪.‬‬

‫✓ خط کش په ورډ پروگرام کې څه ارزښت لري؟‬

‫✓ د ورډ پروګرام د اسنادو د چټک فارمټ لپاره استعمالیږي ‪ ،‬پاڼې د اندازه کولو لپاره هم‬

‫استعمالیږي‪.‬‬

‫✓ د یوه متن د انتخابولو دوې بېلې الرې ووایاست؟‬

‫✓ ‪ :۱‬د شارټ کټ له الري(‪ :۲ )shift+arrow keys‬د موس د کرسر له الرې‬

‫‪5‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫✓ د متن د کاپي کولو بېال بېلو الرو نومونه واخلي؟‬

‫✓ شارکټ له الرې (‪ )ctrl+c‬او د فارمټ مینو له الرې‪.‬‬

‫✓ د ‪ past‬او ‪ past spacial‬ترمنځ څه توپیر دی؟‬

‫✓ ‪ Past‬او ‪ past spacial‬سره ورته دندې لري کله چې متن کاپي شي په کلیپ بورډ‬

‫کې ساتل کیږی موقت وخت لپاره پیسټ هر څه د اصلي په څېر راوړي خو پیسټ سپیشل‬

‫بیا ځینې ځانګړی افشنونه لري‪.‬‬

‫✓ د کاپي او ‪ Cut‬ترمنځ توپیر څه شی دی؟‬

‫✓ کاپي کولو سره فایل په اصل ځای کې پاتي کیږی خو د کټ سره متن د اصلي ځای څخه‬

‫ختمیږي‪.‬‬

‫✓ ‪ Office Clipboard‬څه شی دی؟‬

‫✓ کلیپبورډ کاپي یا کټ متن د مؤقت وخت لپاره ساتي‪.‬‬

‫✓ په فارمټ مینو کې د دریو مهمو کمانډونو نومونه واخلئ؟‬

‫✓ بولډ‪،‬ایټالیک‪،‬انډرلین او داسې نور‪..‬‬

‫✓ د لیک د ډول‪ ،‬د لیک د سبک‪ ،‬د لیک د رنگ د ټاکلو د بېالبېلو الرو نومونه واخلي‪.‬‬

‫✓ ‪Fonts,Font color,text highlight color‬‬

‫✓ د لیک د پنډولو لپاره له کوم کمانډ څخه کار اخلو؟‬

‫✓ له بولډ کماڼډ څخه (‪)ctrl+B‬‬

‫✓ متن څرنگه متمایل کوئ؟‬

‫✓ تر متن الندې د کرښې د کښلو لپاره له کوم كماني څخه گټه اخلو؟‬

‫✓ له ‪ Underline‬کمانډ څخه‪.‬‬

‫✓ انټرنیټ څه شی دی؟ د هغه یو غوره والی بیان کړئ؟‬

‫✓ انټرنیټ په نړۍ کې د کمپیوټرونو ترټولو لویه شبکه ده چې په میلونونو کمپیوټرونه یې‬

‫‪6‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫سره نښلولي دي‪.‬‬

‫✓ انټرنېټ په نني ژوند کې څه ارزښت لري؟‬

‫✓ انټرنیټ ټوله نړۍ د یو کلي په څېر کړې ده په نني ژوند کې انټرنیټ د خپل ارزښت له‬

‫مخې ډېر مهم رول لوبوي‪.‬‬

‫✓ وېب یا ‪ WWW‬تعریف کړئ؟‬

‫✓ نړیوال ویب یا جال ‪ world wide web‬د برښنایزو اسنادو یوه ټولګه ده چې د غڼې د‬

‫جال په څېریو بل پسې نښتي دي‪،‬دغه اسناد په قوي کمپیوټرونو کې ساتل کیږي چې‬

‫سرور ورته وایي‪.‬‬

‫✓ له انټرنېټ سره د نښلېدو د اړینو وسایلو نومونه واخلئ؟‬

‫‪ UTP :۲‬ډوله کیبل‪،‬‬ ‫✓ ‪ :۱‬د موډیم له الرې که ‪ internal‬وی او که ‪External‬‬

‫‪ :۳‬او د شبکې د کارډ له الرې‪.‬‬

‫‪7‬‬
Get more e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library

You might also like