You are on page 1of 8

‫( ‪)۱‬‬

‫د کمپيوټر تاريخچه‬
‫‪ ‬تېمورشاه يوسفزی‬
‫انسان تل په دې هڅه کي دی چي دسختو کارونوداجراء کېدو دپاره يوه غوره او آسانه الره پیداکړي‪ ،‬چي دتاريخ په‬
‫اوږدو کي يې بېالبیل سخت کالي (هارډوېر) او ماشینونه جوړ کړي‪ ،‬او هريو يې دژوندانه په چارو کي آسانتیاوي‬
‫راوستي‪.‬‬
‫چینايان لومړني کسان وه چي دمحساباتو په ډګر کي يي ډېري هڅي او پرمختیاوي وکړې‪ ،‬دهغوی نه وروسته‬
‫پاسکال (‪ )PASCAL‬فرانسوی رياضي پوه‪ ،‬لومړی دانشمند وو چي د حساب يو میخانیکي ماشین يې اختراع‬
‫کړ؛ او دهغه نه وروسته نور پرمختللي د حساب ماشینونه جوړ‬
‫سول؛ خوپه ‪۱۲۱۱‬م کال کي يوه انګرېز‪ ،‬چارلز بابیچ ( ‪Charles‬‬
‫‪ ،)Babbage‬چي ډېری خلک يې د کمپیوټر دعلم پالر په نوم‬
‫پېژني‪ ،‬دخپل کاره ماشین دجوړېدو دپاره بېالبیلي نظريې‬
‫مطرح کړې او بیا له دې نظريو څخه ډېري ګټي واخیستل شوې‪.‬‬
‫لومړنی محاسباتي کمپیوټر دهاروارډ(‪ )Hardward‬په‬
‫پوهنتون کي د‪IBM‬په مالي او تخنیکي مرستو‪ ،‬دهارواډايکن‬
‫په زيار په کال ‪ ۱۴۱۱‬کي بشپړ او دکار دپاره وګټي ته وسپارل‬
‫شو‪ .‬دغه کمپیوټر چي دبېالبیلو تخنیکي او الکترونیکي‬
‫اجزاءو څخه جوړ شوی و‪ ،‬کټ مټ دنن ورځي جیبي ماشین‬

‫‪Ketabton.com‬‬ ‫حسابونوته ورته و‪ ،‬چي د جمع‪ ،‬تفريق‪ ،‬ضرب‪ ،‬تقسیم‬


‫اوداسي نورو عملیاتو د محاسبه کولو توان يي درلوده؛ خو‬
‫يوازينی توپیر چي يې ترمنځ و هغه داو چي نوموړي ماشین‬
‫حساب ‪ ۰۳‬ټنه وزن درلود‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د کمپیوټرتعريف‬
‫کمپیوټر يوې دستګاه ته ويل کیږي چي حافظه او د پروګرام کولو وړتیا ولري‪ ،‬اوپه دې سربېره وکوالی شي‬
‫رياضي او منطقي عملیات اجراء کړي‪ .‬په بل عبارت کمپیوټر يوه دستګاه ده چي دغه درې عملونه ترسره کوالي‬
‫شي‪:‬‬
‫‪ :۱‬کوالی شي اطالعات واخلي‪.‬‬
‫‪ :۱‬کوالی شي اخیستل شوي اطالعات پروسیس کړي ( ترکارالندي ونیسي)‪.‬‬
‫‪ :۰‬کوالی شي د پروسیس شويو اطالعاتو پايله د کمپیوټر پرمخ را ښکاره کړي‪.‬‬
‫د کمپیوټر نوم )‪ (Computer‬د ‪ Compute‬يعني شمېرلو له کلیمې‬
‫څخه اخیستل شوی او په همدې خاطر کمپیوټر د شمېرونکي په‬
‫نوم ياديږي‪ .‬په قاموسونو ټکی کام‪1‬کي د کمپیوټر اړوند‬
‫قاموسونو کي د کمپیوټر دپاره په پښتو کي د (سولګر؟) لغت‬
‫غوره سوی دی‪.‬‬

‫نبست و انسان ته د کمپیوټر ګټي‬


‫چټک سرعت‪ :‬کمپیوټر يوه محاسبه او ياهم کوم بل کار ډېر ژر او په چټکه توګه حلوي‪ .‬که موږ فکر وکړو د يوه‬
‫انسان ديوې میاشتي کار‪ ،‬په کمپیوټر کي دڅو شېبو په ترڅ کي اجراء کېدای شي‪.‬‬
‫د ډاډ وړتیا‪ :‬هر هغه محاسبه چي کمپیوټر کي ترسره کېږي د ډاډ وړ او بېله کومي غلطۍ څخه وي‪ ،‬البته که کومه‬
‫غلطه پايله دکمپیوټر پرمخ ښکاره کړي‪ ،‬هغه به د کمپیوټر تیروتنه نه وي‪ ،‬بلکي دهغه چا غلطي به وي چي‬
‫وکمپیوټر ته يې ناسم مالومات داخل کړي‪.‬‬
‫ديادوني وړده چي کمپیوټر ته که سم مالومات داخل سي‪ ،‬پايلي به يې په سمه توګه تاسو ته څرګندي شي‪ ،‬او که‬
‫سم مالومات ور داخل نه سي‪ ،‬نو پايلي به يې هم نا سمي وي‪.‬‬

‫د ذخیره کولو دپاره حافظه‪ :‬دکمپیوټر يوه بله ګټه داده‪ ،‬چي ډېراطالعات په لږ ه فضا کي خوندي کوي‪ ،‬البته‬
‫ديادوني وړ ده‪ ،‬چي دکمپیوټر فضا د هغه د هارډيسک په ظرفیت پوري اړه لري‪.‬اوسني هارډيسکونو کي‬
‫فضاخوراډېره وي‪.‬‬
‫لږ لګښت‪ :‬د کمپیوټر په وسیله ديوکار سرته رسول ارزانه تمامیږي‪.‬‬

‫‪1‬‬
‫‪www.qamosona.com‬‬

‫‪www.Larawbar.com‬‬ ‫‪2‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د انسان ګټي نسبت و کمپیوټر ته‬


‫انسان د اهلل ﷻ په وسیله پیداشوی موجود دی‪ ،‬چي ديوه شي په هکله څېړني‪ ،‬اختراع او نوښت راوستلی شي‪.‬‬ ‫‪‬‬
‫انسان د دې وړتیا لري چي د نورو موضوعګانو په هکله تصمیمونه ونیسي او بیا دهغه دپاره حل الري‬ ‫‪‬‬
‫پیداکړي‪.‬‬
‫او داسي نورڅه چي انسان يې ترسره کوالی شي‪ ،‬خو کمپیوټر يې په اجراء کولو عاجزه دی‪ ،‬ځکه کمپیوټر‬ ‫‪‬‬
‫دانسان په وسیله جوړ شوی‪ ،‬نو له همدې امله هرهغه کار چي انسان يې ترسره کوالی شي‪ ،‬کمپیوټر يې نشي‬
‫ترسره کوالی‪.‬‬
‫د کمپیوټر کاروني‬
‫نن ورځ کمپیوټر د انسان د ژوندانه په ټولو اړخونو کي علمي‪ ،‬اقتصادي‪ ،‬اجتماعي‪ ،‬تخنیکي او په لنډه توګه هر ه‬
‫موضوع چي زموږ فکر ته راځي‪ ،‬د کار وړ دی‪.‬‬
‫له کمپیوټر څخه په دې پېړۍ کي د مالوماتو او اړيګو دتکنالوژي ( ‪Information & Communication‬‬
‫‪ )Technology‬په څېر په ډېريو شرکتونو کي کار اخیستل کېږي‪ ،‬چي بېله کمپیوټر څخه د ډېرو کارونو پرمخ بېول‬
‫ګران او وخت نیوونکی کار دی‪.‬‬

‫کمپیوټر په علمي ډګر کي‬


‫کمپیوټر په علمي ډګر کي ډېر د فیزيک‪ ،‬ډاکټرۍ‪ ،‬کیمیا او انجینرۍدپاره په تحقیقاتي او څېړنیزو مراکزو کي‬
‫کارول کیږي‪.‬‬
‫دبېلګي په توګه‪ :‬نن ورځ ډاکتران د بېالبیلو ناروغیو د تشخیص دپاره له کمپیوټر څخه کار اخلي؛ لکه دعملیاتو‬
‫په اتاقونو کي‪ ،‬دزړه دحاالتو د مالومولواو د بېالبیلو درملو په اړه معلومات چي له کمپیوټر څخه اخلي‪ ،‬ځکه په‬
‫داسي پیښو کي کمپیوټر نسبت وډاکټرته ډېر هوښیار او چټک پوهېدونکی وي‪.‬‬

‫کمپیوټر په سوداګريزډګر کي‬


‫له کمپیوټر څخه د سوداګرۍ او په ځانګړې توګه په تجارتي دفترونو‪ ،‬بانکونو او نورو اداراتو کي دبېالبیلو‬
‫کارونو دپاره کار اخیستل کېږي‪.‬‬
‫دبېلګي په توګه‪ ،‬دبېالبیلو محاسبو دپاره‪ ،‬د کارکوونکو د معاشونو د ورکولو دپاره‪ ،‬داسعارو د تبادلې دپاره او‬
‫په ترانسپورټي چارو او داسي نورو مواردو کي کاروني لري‪.‬‬

‫کمپیوټر په څېړنیزو ډګرونو کي‬


‫نن ورځ د تحقیقاتي چارو دپاره او د بېلګي په ډول‪ ،‬د فضايي پروژو دپاره‪ ،‬د هوا حاالتو پېژندني‪ ،‬مصنوعي‬
‫سپوږمکۍ‪ ،‬د میزايلونو د کنټرول او په ځیني نورو څېړنیزو مواردو کي ورڅخه کار اخیستل کېږي‪.‬‬
‫بېله کمپیوټره د دې ډول تحقیقاتي چارو سرته رسول ډېر سخت او ياهم ناشوني برېښي‪.‬‬

‫‪www.Larawbar.com‬‬ ‫‪3‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د ډيسک چلیز سیستم (‪ )DOS‬لنډه پېژندګلوي‬


‫ډيسک چلیز سیسټم(‪ ،)Disk Operating System‬د لومړي ځل دپاره په کال ‪ ۱۴۲۱‬م کي د بیل ګیټس ( ‪Bill‬‬
‫‪ )Gates‬په وسیله‪ ،‬چي هغه وخت د مايکروسافټ کمپنۍ مدير و‪ ،‬دځاني کمپیوټرونو(‪ )Personnel Computer‬د‬
‫پاره وړاندي سو‪.‬‬
‫دنوموړی چلیز سیسټم ټول کارونه‪ ،‬دبولیو (کمانډونو) په وسیله ترسره کېدل او کیږي‪ .‬د وخت په تېريدو سره يې‬
‫ډېر پرمختګ موندلی‪ ،‬بېالبیلي نسخې يې په بازار کي څرګنده سوې‪ ،‬چي اخیرنۍ نسخه يې ‪ ۱۱/۶‬وه چي په کال‬
‫‪ ۱۴۴۰‬کي بازارته وړاندي سوه‪.‬‬
‫د ډيسک چلیز سیسټم(‪ )DOS‬وظیفې‪:‬‬
‫د ډيسک چلیز سیسټم مهمي وظیفې په دې ډول دي‪:‬‬
‫‪ ‬د چلیز سیسټم د منابعو مديريت‪.‬‬
‫‪ ‬د کارنونو (يوزرونو) او هارډوېر تر منځ د اړيکو جوړول‪.‬‬
‫‪ ‬د کارنونو دپاره دامکاناتو چمتو کول‪.‬‬

‫د ډيسک چلیزسیسټم (‪ )DOS‬په وسیله د کمپیوټر چلېدنه‬


‫د دې دپاره چي کمپیوټر څخه کار واخلئ‪ ،‬لومړی بايد د ډيسک چلیزسیسټم په ‪ Floppy Disk‬او ياهم هارډ‬
‫ډيسک ‪ Hard Disk‬کي ذخیره کړئ‪ ،‬د کمپیوټر چاالنولو په وخت‪ ،‬د ‪ Bios ،Loader‬او ‪ Post‬پروګرامونه‬
‫دکمپیوټر په حافظه کي ځای نیسي او بیا اجراء کیږي‪.‬‬

‫‪ ‬لومړی د ‪ Post‬پروګرام اجراء کیږي‪ ،‬او د کمپیوټر بېالبیلي برخي آزمويي (‪.)TEST‬‬
‫‪ ‬دوهم د ‪ BIOS‬پروګرام اجراء کیږي‪ ،‬ټول داخلي او بهرني وسايلو ته د خدماتو رسوني شونتیا ورپه‬
‫برخه کوي‪.‬‬
‫‪ ‬او په درېیم پړاو کي‪ ،‬د ‪ Loader‬پروګرام اجراء کیږي‪ ،‬نوموړی پروګرام د اړتیا وړ فايلونه دسیسټم‬
‫د چلوني دپاره واصلي حافظې ته (‪ )RAM‬انتقالوي‪.‬‬
‫د اړتیا وړ فايلونه په دې ډول دي‪:‬‬
‫‪Msdos.sys ‬‬
‫‪Io.sys ‬‬

‫‪www.Larawbar.com‬‬ ‫‪4‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪Command.com ‬‬
‫يادونه ‪ :‬کوم ډيسکیټ (‪ )Diskette‬يا فالپي (‪ )Floppy‬چي د دې توانايي‬
‫ولري چي يو سیسټم وچلوي هغه ته بوټیبل ډيسکیټ ‪(Bootable‬‬
‫)‪ Diskette‬وايي‪.‬‬
‫يادونه‪ :‬په اوسني نويو کمپیوټرونو کي له ډيسکیټ څخه کار نه اخیستل‬
‫کیږي او نه هم په دې کمپیوټرونو کي ورته ډرايو روم (‪)Drive Rom‬‬
‫ورکړل سوی دی‪.‬‬

‫‪ :Disk‬هر کمپیوټر لږ ترلږه له يوې دايمي حافظې څخه برخمن وي چي له هغه څخه د فايلونو‪ ،‬پروګرامونو او داسي‬
‫نورو بېالبیلواطالعاتو (‪ )Data‬د ذخیره کولو دپاره کارول کیږي‪.‬‬
‫د دې دپاره چي مالومات په ښه توګه د کمپیوټر وحافظې ته ذخیره سي‪ ،‬هغه(ډيسک) په څو برخو وويشئ‪ ،‬چي هره‬
‫برخه يې دانګرېزي ژبي په غټو تورو نومول کیږي‪ ،‬چي ورته‬
‫ډرايو (‪ )Drive‬وايي‪.‬‬
‫په حقیقت کي ډرايو منطقي ډيسک دی‪ ،‬چي له ‪ C‬توري څخه‬
‫شروع کیږي او )‪....(E:D:C‬تر اخیره‪.‬‬
‫په همدې ډول ‪ A‬او ‪ B‬ډرايونه د فالپي (‪ )Floppy‬دپاره‬
‫استعمالیږي‪ ،‬او د ډيسک د ډرايونو وروسته کوم توري چي دي‬
‫هغه د ‪ CD-Writer ،CD-ROM‬او داسي نورو وسايلو ته د‬
‫«آپريټینګ سیسټم» له خوا په خپل سر ورکول کیږي‪.‬‬
‫ډاس (يا کمانډ پرامپټ)کي ډرايونه په الندي ډول ښکاري ‪:‬‬
‫_>\‪A:‬‬
‫_>\‪C:‬‬
‫_>\‪D:‬‬
‫***‬
‫پوښۍ )‪( Directory‬‬
‫ډايرکټورۍ يا پوښۍ د پروګرامونو‪ ،‬فايلونو او داسي نورو اطالعاتو (‪ )Data‬دپاره يوځای (فضاء) ګڼل کیږي‪.‬‬
‫البته يوه پوښۍ په اصل کي خپل ځان کي کوم مالومات يااطالعات نه لري‪ ،‬بلکې له همدې فايلونو‪ ،‬پروګرامونو‪،‬‬
‫او‪ ...‬په وسیله ډکیږي‪.‬‬
‫په يوه پوښۍ کي تاسو کوالی سئ‪ ،‬هر څومره فايلونه او يا نوري پوښۍ (فولډرونه) ځای په ځای کړئ‪ ،‬يعني کوم‬
‫محدوديت ورته نه لیدل کیږي‪ ،‬او نه هم تراوسه پوري کوم محدوديت ورته ټاکل سوی دی‪.‬‬
‫‪ DOS‬کي يوه پوښۍ کوالی سي تر زياته کچه د (‪)۲‬و تورو نوم ولري‪ .‬تاسو کوالی سئ يوې پوښۍ ته له غټو او‬
‫کوچنیو تورو‪ ،‬شمېرو او همداډول بعضو نښو څخه کار واخلئ‪.‬‬
‫خو کومي نښي چي تاسو نسئ کوالی ورڅخه کار واخلئ هغه په دې الندي ډول راغلي دي‪.‬‬

‫‪www.Larawbar.com‬‬ ‫‪5‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫} ‪{ ; \ / | + : * ?.‬‬
‫‪ ‬تاسوکوالی سئ په يوه پوښۍ کي نوري پوښۍ ځای په ځای کړئ‪ ،‬چي لومړۍ پوښۍ يې د ( ‪Root‬‬
‫‪ ) Directory‬په نامه پېژندل کیږي‪.‬‬
‫‪ ‬په اصلي پوښۍ (لومړۍ پوښۍ) کي کومي نوري پوښۍ چي ځای په ځای کیږي د )‪(Sub Directory‬‬
‫په نامه پېژندل کیږي‪.‬‬

‫فايل (‪) File‬‬


‫اطالعات (‪ )Data‬چي په کوم پروګرام کي لیکئ او بیا تريوه نامه الندي يې ذخیره کوئ‪ ،‬هغه ته فايل ويل کیږي‪.‬‬
‫فايلونه هم د پوښیو غوندي ځان ته نومونه‪ ،‬آدرسونه‪ ،‬وروستاړي (‪ )Extension‬لري‪ ،‬خو يوه خبره چي واضح‬
‫ده‪،‬هغه داده چي يو فايل هروخت په يوه پوښۍ کي موقعیت لري‪ ،‬هغه که د کمپیوټر د حافظې په هره برخه کي‬
‫وي‪،‬ان په يو ډرايو کي هم وي‪ ،‬بیا هم ويلی سو چي نوموړی فايل په پوښۍکي موقعیت لري ځکه خپله ډرايو هم‬
‫يوډول پوښۍ ګڼل کیږي‪.‬‬
‫کوم فايلونه چي ډاس ته د منلو وړ دي‪ ،‬سره د وروستاړو په دې الندي جدول کي ښودل سوي دي ‪:‬‬

‫د فايل ډول‬ ‫وروستاړی‬


‫هغه فايل دی چي داجراء کېدو توان لري‪.‬‬ ‫‪Exe‬‬
‫د ډاس له فايلونو څخه شمېرل کیږي چي داجراء کېدو توان لري‪.‬‬ ‫‪Bat‬‬
‫کمپیوټر پوري اړوند فايلونه دي‪ ،‬چي داجراء کېدو توان لري‬ ‫‪Com‬‬
‫په چلیزسیسټم پوري اړوند فايلونه‪.‬‬ ‫‪Sys‬‬
‫د متن څخه جوړ سوي فايلونه دي‪.‬‬ ‫‪Txt‬‬
‫د ويډيويي فايلونو دپاره‬ ‫‪Dat‬‬
‫ږغیز (غږيز) فايلونو دپاره‬ ‫‪Wav‬‬
‫د ډېتابیس (‪ )Database‬فايلونو دپاره‬ ‫‪Dbf‬‬
‫دبک اپ فايلونو دپاره (‪)Backup‬‬ ‫‪Bak‬‬

‫له الندي نومونو څخه چي د ډاس سیسټم دپاره کارول کیږي‪ ،‬نسئ کوالی چي د خپلو فايلونو او پوښیو د نومونو د‬
‫پاره انتخاب کړئ‪.‬‬
‫‪CON, PRN, AUX, NUL, COM1, COM2, COM3, COM4, COM5, COM6, COM7, COM8,‬‬
‫‪COM9, LPT1, LPT2, LPT3, LPT4, LPT5, LPT6, LPT7, LPT8, and LPT9‬‬

‫‪www.Larawbar.com‬‬ ‫‪6‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫که په ډاس او يا هم د وينډوز (په ګرافیکي محیط) کي کوښښ وکړئ چي په دې نومونو يو فايل يا پوښۍ جوړه‬
‫کړئ‪ ،‬الندي غوندي پیغام درکوي‪( .‬په ډاس کي)‪:‬‬

‫‪www.Larawbar.com‬‬ ‫‪7‬‬
Get More e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library

You might also like