Professional Documents
Culture Documents
د کمپيوټر اخيستلو پروخت دغه ټکي په پام کې ونيسئ
د کمپيوټر اخيستلو پروخت دغه ټکي په پام کې ونيسئ
د داسي کمپيوټر اخيستل چې زمو د ضرورياتو او هېلو مطابق وي ،بعضي وخت شايد ستونزمن کار وي،
او بعضي له موږ څخه ونشي کوالئ چې د کمپيوټر قيمت ،بڼه ،پروسيسور ،د استعمال ځای او داسي نور
سره مقايسه کړي ،نو په دي خاطر چې پيسې مو ضايع نه شي ،او ضرورت مو پوره شي ،بايد الندي
نقطې په پام کې ونيسو…
دا يو اسانه انتخاب ده ،کوم چې د ټوټل قيمت سره مستقيما اړېکه لري .کچيرې د يو شان
لرونکی ليپټاپ او ډيسکټاپ کمپيوټرونه د قيمت له مخې سره مقايسه مشخصاتو )(Specifications
کړو ،نو د ليپ ټاپ قيمت د بيټرۍ د وجهې او د هارډوير په لږ ځای کې پر ځاي کولو په خاطر اوچت
وي.
که چيرې ستاسو کار د يو ځای وي او د کمپيوټر انتقال ته ضرورت نه لرئ ،نو د ډيسکټاپ کمپيوټر يو ښه
انتخاب ده ،په دې سره به مو يوه اندازه روپۍ بچت شي ،بله دا چې د ډيسکټاپ کمپوټر يخ ساتل اسانه وي،
کوم چې د کمپيوټر په اوږد ژوند او ښه چټک کار کولو کې مهم رول لري.
او که چيرې ستاسو کمپيوټري کار ګرځندويه او نقلوونکی وي ،نو بيا مو يواځينی انتخاب ليپټاپ ده ،کوم
چې تاسو هر چيرته درسره نقلوئ شئ.
2.پراسيسور)(Processor
پراسيسور د کمپيوټر يوه ډېره مهم ترېنه برخه ده ،کوم ته چې د کمپيوټر دماغ ويلئ شو .که غواړئ چې
کمپيوټر مو د سترګو په رپ کې پروګرامونه خالص کړي ،او چې څنګه ورته کار وسپاري په همهغه
وخت کې يې تر سره کړي ،او د يو کار په کولو کې انتظار درباندي ونه کړي ،نو تاسي يو قوي ترين
پراسيسور غواړئ.
په بنيادي ډول د پروسيسور سپيډ د کورز د نمبرونو ) (Number of Coresاو د هغو د سپيډ د اندازې
څخه چې په ) (GHz or Gigahertzسره ښودل شوي وي ،معلوميږي.
د پراسيسور ) (Chipسپيډ درته دا ويلی شي چې پراسيسور څومره ډيټا په څومره وخت کې پراسيس
کوالی شي .نو چې څومره د پراسيسور سپيډ ) (GHzاو د کورز شميره )(Number or Coresزيات
وي ،پراسيسور به مو هغومره ښه سرعت ولري.
د کورز ) (Coresزيات شمير په ملټي ټاسکنګ ) (Multi-taskingکې زيات کومک کوي ،چې هر يو
يې په يوه خاصه دنده کار کوالی شي.
که په اسانه لهجه ووايم چې کور ) (Coresد کمپيوټر سرعت ضربوي په شمير د کورز (Number of
)Coresکې ،نو صحيح به مو پرې پوه کړم.
د Clock Speedاو L1 , L2او L3کيشې اندازې ) (Cache Sizeهم د پراسيسور په سرعت کې مهم
رول لري.
په بنيادي ډول ريم يو ډول کوچنۍ خو چټکه حافظه ده ،کوم چې د کمپيوټر په سرعت کې مهم رول لري.
نن سبا ريم په جي بي ) (Gigabytesباندي اندازه کيږي ،او چې څومره يې اندازه زياته وي ،هغومره به
ښه وي.
د زيات ريم په لرلو سره کمپيوټر زياته ډيټا ځانته په ريم کې ساتي ،ددي پر ځای چې هارډسک ته الړ شي
او هلته يې وګوري .په يو وخت کې زيات پروګرامونه استعمالول يا لوی ګيمونه کول ،يا په يو وخت کې د
انټرنيټ ډيرې پاڼې خالصول زيات ريم ته ضرورت لري.
په ريم کې يواځي د ريم د لوی والي اندازه ضروري نه ده ،بلکې د ريم قِسم او بيا په قِسم کې قِسم هم
ضروري خبره ده .لکه په ) (DDR4-800او ) (DDR4-400کې ،چې آخري عدد يې دا ثابتوي چې په
يوه ثانيه کې څومره ميليونه ډيټا نقلوالی شي.
4.هآرډ ډيسک) (Hard Drives/ Hard Disksپه هارډ ډيسک کې د هآرډ ډيسک قسم ،د هارډ ډيسک
د حافظې اندازه ،او د هارډ ډيسک سرعت مهم ده.
هارډ ډيسک په دوه قسمه دي ،يو يې عام ميخانيکي هارډيسک دي چې )(HDD or Hard Disk Drive
ورته وايي او بل يې منجمد ډرايو ) (SSD or Solid State Driveدي ،چې منجمد يې د ميخانيکي نه
لس چنده چټک ،او تقريبا څلور چنده قيمته دي.
که مو په کمپيوټر کې د زياتو پروګرامونه د نصب کولو اراده نه وي ،او زياته ميډيا & (Videos
)Audiosپه کې نه سټور کوئ ،نو بيا يو وړوکی هارډ ډيسک واخلئ ،او که روپۍ درسره زياتې وي ،نو
د هارډ ډيسک پر ځای منجمد ډرايو ) (SSD Driveواخلئ ،کوم چې ډير زيات چټک وي.
او که چېرې زيات پروګرامونه او ميډيا استعمالوئ ،او کمې روپۍ مصرفول غواړئ ،نو بيا يو ميخانيکي
هارډ ډيسک واخلئ ،چې دوه قسمه په کې دي ،د يو قاب rpm 5400ځلې په يوه دقېقه کې تاويږي ،او د بل
قاب rpm 7200ځلې په يوه دقېقه کې تاويږي ،نو چې څومره چټګ تاويږي ،هغومره ژر به معلومات
راټولوي.
نوټ :په بعضي ليپټاپونو کې HDDاو SSDدواړه قسمه هارډ ډيسک لږيدلي وي ،کوم ته چې SSHD
or Solid State Hard Diskوايي.
د کاريالي سيستم انتخاب هم يو مهم انتخاب ده ،داسې يو کاريالي سيستم ځانته انتخاب کړئ ،چې په کوم کې
مهارت لرئ ،او ستاسو د ضرورت وړ سافټويرونه ورته جوړ شوي وي.
که چيرې يو اسانه او ساده کاريالي سيستم غواړئ ،نو بيا ميک کاريالي سيستم ) (Mac OSانتخاب کړئ،
کوم چې تاسي ته زياتره شيان په بنيادي بڼه وړاندي کوي.
که چېرې غواړئ چې د خپل کمپيوټر زيات واک په خپل الس کې ولرئ ،نو بيا وينډوز کاريالي سيستم
)(Windows OSدرته يو ښه انتخاب ده.
او که يو مسلکي استعمالونکي ياست نو بيا لينکس کاريالي سيستم ) (Linux OSهم يو ښه انتخاب ده.
6.اضافي نښلونکي)(Peripherals
دا د کمپيوټر هغه اضافي برخې دي ،چې د کوم په واسطه موږ د کمپيوټر سره نور اضافي هارډوير
وصلوالئ شو.
USB Port:
دا پورټ د موس ،کيبورډ ،هارډ ډرايو او آن تر منيټور پورې د استعمال وړ وي .بيا په دي کې USB
2.0او USB 3.0قسمونه شته ،کوم کې چې USB 3.0يو نوی ماډل ده ،او له دي څخه هم نوی يې
USB Type-Cده ،چې آن تر جي بي ) (gigabytesپورې ډيټا نقل کوالی شي ،او د دومره کرنټ
)(Currentد انتقالولو قابليت لري چې يو ليپټاپ چارج کړي .نو که زياته ډيټا ليږئ او راليږئ ،نو د يو
ښه پورټ انتخاب درته وکړئ.
HDMI Port:
که خپل کمپيوټر د پريزنټيشن ) (presentationد وړاندي کولو ،يا د سات تېرۍ ) (entertainmentپه
خاطر استعمالوئ ،نو دا پورټ درته ضروري ده ،ځکه چې دا پورټ د ټولو اوسنيو ماډرن تلويزونو او
مانيټورونو سره ،د ښه کوالټي تصوير ښودلو په خاطر استعماليدای شي.
که د فوټو ګراپي ) (photographyسره مو سر او کار وي ،او ميموري کارډ کله په کيمره او کله په
کمپيوټر کې داخلوئ ،نو دا پورټ درته انتخاب کړئ.
Wi-Fi:
که چيري تاسي په خپل کمپيوټر کې بيسيمه نيټورک يا انټرنيټ استعمالوئ ،نو تاسي بايد په کمپيوټر کې
دننه نصب شوی وای فای ولرئ.
Bluetooth:
د Wi-Fiپه شان د کمپيوټر دننه نصب وي ،او د بيسيمه هيډ فون ) ، (Wireless headphonesبيسيمه
سپيکرو ) ، (Wireless Speakersد بيسيمه ماوس او کيبورډ سره د وصل په خاطر استعماليږي.
7.ګرافکس)(Graphics
که په کمپيوټر کې لوی او قوي ګيمونه کوئ ،نو د کمپيوټر د انتخاب په وخت کې د يو ښه ګرافيکس کارډ
انتخاب هم حتمي ده .د دي پر ځاي چې د ګرافکس فشار مو په عمومي پراسيسور راشي ،نو ګرافکس کارډ
په خپل ځان کې د ګرافکس لپاره پراسيسور او ريم لري .يو ځل بيا چې څومره ښه پراسيسور او لوی ريم
ولري نو ښه ده.
8.وارنټې)(Warranty
د دي ټولو څيزونو د ښه انتخاب باوجود ،چې ډېر ضروري ده ،هغه د کمپيوټر وارنټې ده .کمپيوټر يو
برقي ماشين ده ،او کله هم خرابيدالی شي ،نو مخکې له دې چې کمپيوټر مو خراب شي او روپۍ مو ضايع
شي ،نو چې کله کمپيوټر اخلئ ،د وارنټې ) (Warrantyسره يې واخلئ ،چې کله هم په کې څه خرابې
راشي ،نو بيرته يې تبديل کړائ شئ.
د کمپيوټر د اخيستلو په وخت کې چې نور ډير مهم څيزونه دي ،چې بايد پام ورته وشي ،هغه د کمپيوټر
قيمت ،د کمپيوټر سايز (وزني او که سپک ،وړوکی او که غټ) ،د کمپيوټر جوړونکې کمپنۍ ) (Brandته
هم بايد خاصه پاملرنه وشي.
نوټ :که انتخاب مو ليپټاپ وي ،نو د ليپټاپ سکرين ،بيټرۍ ،د کيبوزډ کوالټې او د کيبورډ الندې ګروپونو،
او د سپيکر کوالټي ته هم بايد خاصه پاملرنه وشي.
چې د سکرين مهم خصوصيات يې د سکرين ريزولوشن ) ، (Screen Resolutionد سکرين سايز
) ،(Screen Sizeد سکرين ټچ ) ، (Touch Screenد پکسل د ريپريش ريټ (Pixel Refresh
) ،Rateاو Glare Effectsدي.
د بيترۍ مهم خصوصيت ،د بيترۍ ټايمنګ ده ،چې په يو ځل چارج باندې څومره ساعته کار کوي.