91 - د شمس سورت تفسیر

You might also like

You are on page 1of 31

‫محسن‬

‫د قرآني زده کړو او پوهنې لړۍ‬

‫‪۹۱‬‬

‫د شمس سورت تفسیر‬


‫په پښتو‬

‫ژباړه او څېړنه ‪:‬‬

‫احمد حسین عنایت‬


‫بسم الله الرحمن الرحیم‬
‫د شمس سورت تشریح‬
‫د لوراند او لورين الله په نامه‬
‫ژباړه او څېړنه‪:‬‬
‫سورةالشمس‬ ‫احمد حسین عنایت‬
‫د شمس سورت (‪)۹۱‬‬
‫د «شمس» سورت مکي دی (‪ )۱۱‬آیتونه یوه رکوع لري په تالوت کې (‪ ) ۹۱‬په نزول کې‬
‫(‪ )۶۲‬سورت دی د « القدر » له سورت څخه وروسته نازل شوی دی‬

‫له مخکيني سورت سره يې اړیکه‪:‬‬


‫د تالوت په لړ کې له دې څخه مخکینی سورت «بلد» دی‪ .‬لکه څنګه چې وویل شول له مخکيني سورت (بلد) او له هغه‬
‫مخکې د څو سورتونو محور‪ ،‬د عالم په پديدو کې د حرکت ماهیت او د شته تضاد‪ ،‬تقابل‪ ،‬توپیر‪ ،‬بدلون او اووښتون او‬
‫په پای کې د ودې‪ ،‬بشپړتیا او د غوره ډولونو د پیدایښت څرګندونه ده‪ .‬د بلد سورت ړومبني سوګندونه د مکې د ښار د‬
‫سراسرو سختیو او محرومیتونو تاریخ او جغرافیا ته کتنه ده‪ ،‬د ایمان د مورچل‪ ،‬پلځای او د شرک او توحید د یو ځای‬
‫کېدو د ډګر په عنوان‪ ،‬او کوم تضاد او تقابل چې د دوو ډلو تر منځ‪ :‬الذین آمنوا‪ ،‬الذین کفروا ــ اصحاب المیمنه‪،‬‬
‫اصحاب المشئمه په تېر سورت کې ښوول شوی دی‪ ،‬د انسان د دوو تګالرو یا د دوو سرلیکونو «نجدین» [د دوو ستغو‬
‫ستونځو‪ ،‬د اوچتوالي او ټيټوالي دوه څرګندې الرې] له تمثیل سره مشخص کړي دي‪ .‬په دې سورت کې هم هماغه محور‬
‫او مضمونونه له بلې زاويي وړاندې کېږي‪ .‬داسې برېښي چې د بلد سورت د لومړنيو قسمونو او محتوياتو موخه‪ ،‬د‬
‫ښکارندو د اووښتون‪ ،‬تکامل او راز راز کېدلو په بهیر کې د (سختۍ المل ) او د کړاوونو او فشارونو وضاحت او درک‬
‫کول دي‪ ،‬چې ځوښا او مفهوم يې په دې آیت «لقد خلقنا االنسان فی کبد» کې وینو‪ .‬خو په دې سورت کې د سرلیک ددې‬
‫سفر د سختیو او له هغې د راوالړو شوو عوارضو او پایلو د تکیه پر ځای‪ ،‬په اصل کې هغه «ځواک» ته چې د دې الرې د‬
‫الروي محرک او هڅوونکی دی اشاره کوي‪ ،‬نه یوازې انسان‪ ،‬بلکې هر موجود د جاذبې یا دافعي په تحرک او هڅونه د‬
‫مقصود او موخې پر لور حرکت کوي‪ .‬اصوالً د هر مسافر په اړه چې د یو هدف پر لور روان وي‪ ،‬له مختلفو اړخونو او‬
‫زاوییو د نظر څرګندونه کېدی شي‪ :‬د هدف او مقصد ارزښت او اهمیت‪ ،‬د سفر انګېزه او هڅوونکي الملونه‪ ،‬د الرې‬
‫څرنګوالی ‪ ،‬د الرې په اوږدو کې تم ځایونه او منزلونه‪ ،‬د الرې ستونزي‪ ،‬ګواښونه‪ ،‬خطرې او ستړیاوې‪ ،‬او ‪ ...‬انسان هم د‬
‫الله په مقصد او موخه روان یو مسافر دی (الیّ المصیر‪ ،‬الیه راجعون) چې د دنیا الر د آخرت په لور وهي‪ ،‬او لکه د عادي‬
‫مسافرانو په څېر‪ ،‬د الرې توښې او پېژندنې او ځواک ته اړتیا لري‪ .‬ددې مسافر په اړه چې تر ټولو سخت او خطرناک سفر‬
‫يې په مخکې دی‪ ،‬د قرآن هر یو سورت د موضوع په تناسب الرښوونه وړاندي کوي او د الرې د توښې وړاندیز کوي‪ .‬لکه‬
‫څنګه چې مخکې وویل شول داسې برېښي چې د بلد سورت ددې سفر سختۍ بیانوي چې ددې الرې مسافر او الروی له‬
‫پوهې او چمتووالي سره ددې الرې د سختیو او ستونزو هرکلي ته په روانېدو د هاغو کړاونو‪ ،‬ستونزو ‪ ،‬پېښو او آفتونو په‬
‫وړاندې چې ورو ورو په تدریج به ورسره مخامخ کېږي‪ ،‬په ناباورۍ‪ ،‬ناپوهۍ او ځان بایلنې اخته نه شي‪ .‬او پوه شي چې‬
‫په داسې سفر يې پل ايښی چې اصل او ماهیت يې سختۍ دي او د سختیو له تېرولو او زغملو پرته بله چاره نه لري (لقد‬
‫خلقنا االنسان فی کبد)‪ .‬خو دشمس سورت عمدتاً هغو ځواکونو او الملونو ته چې د معلوم او مشخص هدف او موخې‬
‫په لور د انسان یا نورو ښکارندو [پدیدو] محرک او هڅوونکي دي‪ ،‬توجه لري‪ .‬دا ځواکونه دوه متضاد [یو د بل مخالفت‬
‫کوونکي] او متقارن [یو بل ته نژدې کېدونکي] جهتونه لري‪ ،‬د جاذبې ځواک او د دافعې ځواک‪ -،‬لمر‪ ،‬سپوږمۍ او‬
‫ځمکه او نور آسماني ټول اجرام ددې دوو ځواکونو تر اغیز الندې د تعادل او انډولتیا په حالت کې واقع دي‪ .‬او له بې‬
‫کچې او فوق العاده انقباض او انبساط څخه په امن کې پاتې دي‪ .‬برېښنده او ځالنده اجرام (لمرونه) د دافعي ځواک تر‬
‫اغېز الندې چې د هغوی د دنننۍ هستې له فعل او انفعاالتو څخه سرچینه نيسي او انفجار او انبساط ته يې کشوي او د‬
‫ډیرې شدیدې جاذبې ځواک چې تل پر هغوی فشار راوړي او انقباض ته يې کشوي‪ ،‬چې ددې دواړو د برابروالي په‬
‫صورت کې د تعادل حالت ته راځي‪ .‬انسان هم د جاذبې او دافعي دوو ځواکونو تر منځ چې په دې سورت کې «تقوی» او‬
‫«طغوی» نومول شوي دي‪ ،‬شتون لري او ددې دوو هڅوونکو قطبونو تر منځ باید په خپله اراده او اختیار منځګړې او‬
‫متعادله مشخصه الره‪ ،‬چې د هغه د فطري جوړښت سره تناسب ولري‪ ،‬غوره کړي‪ .‬دا د شمس سورت اصلي محور دی‬
‫چې د‪ :‬قدافلح‪ ،‬قدخاب ــ تزکیه‪ ،‬تدسیه (دسیها) ــ تقوی‪ ،‬طغوی(یا فجور) متضادو کلیمو په توسه بیان شوی دی‪.‬‬

‫د سورت د مضمونونو محور‪:‬‬


‫د معمول سره سم‪ ،‬ددې سورت او مخکيني او ورپسې سورتونو ترمنځ اړیکه وینو‪ .‬له دې څخه مخکينی‬
‫سورت «بلد» وو چې مطالعه مو کړ‪ ،‬او ورپسې سورت هم د «لیل» سورت دی‪ .‬یعنې نوي او دوه نوي‪ .‬لکه‬
‫څنګه چې په ځلونو مو ویلي‪ ،‬د قرآن سورتونه ګډوډ‪ ،‬تيت او یو تر بله بې اړيکي نه دي‪ ،‬بلکه د کتاب د‬
‫مختلفو څپرکو په څير‪ ،‬هر سورت یو مطلب او موضوع له یو ګوټ او زاويي څېړي او بحث پرې کوي او‬
‫ورپسې سورت ته يې سپاري او همداراز ورپسې سورت ته‪ .‬یعنې نه شي کېدی د قرآن سورتونه له خپله‬
‫ځایه بېځایه کړو‪ .‬داسې ښکاري چې نويیم‪ ،‬یونويیم او دوه نويیم سورتونه چې له یو روحاني سفر خبره‬
‫کوي – سفر د الله په لور؛ داسې سفر چې په قرآن کې ورته ډېره زیاته اشاره شوې ده؛ لکه‪ :‬وَاِلَيْنَا تُرْجَعُونَ‬
‫(‪ ،)۱‬اِنَّا لِلّهِ وَاِنَّا اِلَيْهِ رَاجِعونَ (‪ ،)۶‬رجعت او ستنېدنه د هغه په لور ده‪ .‬یا‪ :‬اِلَى اللّهِ الْمَصِيرُ (‪ )۳‬په حقیقي‬
‫توګه زمونږ کېدنه او زموږ کمال او وده د الله په لور په یون او حرکت کې ده‪ .‬خو د هر سفر په اړه کېدی شي‬
‫له مختلفو زاوییو او ګوټونو خبره وکړی شي‪ .‬یو مهال د سفر د مقصد او منزل په اړه خبره ده‪ ،‬د بحث‬
‫محور او چورليځ دادی چې چرته روان یو او څه ډول ځای دی‪ .‬او یو مهال دسفر د انګېزې اوسبب په اړه‬
‫خبره کوو او دا چې ولې باید اصالً دې سفر ته الړشو‪ .‬د تجارت لپاره غواړو الړ شو‪ ،‬یا سیاحت او‬
‫ګرځندوی ته‪ ،‬یا غواړو دوستان او آشنایا او خپلوان ووینو یا کوم بل کار لرو‪ .‬لنډه دا چې زمونږ د سفر‬
‫انګيزه او سبب څه شی دی؟ دا پخپله یوه بېله موضوع ده‪ ،‬خو بېا هم د سفر په تګالره کې ده‪ .‬او یو مهال دا‬
‫هم ده چې د الرې د سختیو په اړه خبره کوو‪ ،‬الره ستونزمنه ده‪ ،‬اوږده ده‪ ،‬ستړې کوونکې ده‪ ،‬یو مهال هم‬
‫دی چې غواړو د سفر په اړه معلومات السته راوړو‪.‬کله هم چې د سفر د ضرورت په اړه خبرې اترې کوو‪ ،‬او‬
‫داچې ولې باید دې سفر ته الړ شو‪ .‬نو پر دې بنا‪ ،‬د یو ساده مسافرت په اړه له مختلفو ګوټونو او زاوييو‬
‫کېدی شي خبرې اترې وکړو‪ .‬د آخرت د سفر او د راتلونکي او د هغه سرليک په اړه چې انسان يې د دنیا له‬
‫ترک کولو او پرېښوولو وروسته لري هم کولی شو همدغه بحثونه مطرح کړو‪.‬‬
‫د حضرت علي (رض) دا خبره به مو اورېدلې وي چې د خپلې نیمي شپې په دعا کې ژاړي او وايي ‪ :‬آهِ مِنْ‬
‫قِلَّةِ الزَّاد‪ ،‬آه له دې چې ډېره لږه توښه مې اخېستې او د الرې لپاره چې کوم توکي له ځانه سره لرم ډېر لږ‬
‫دي‪ .‬معموالً په هر سفر کې‪ ،‬سړی له ځان سره د سفر په تناسب څيزونه اخلي‪ .‬لکه اوبه‪ ،‬خواړه ‪ ،‬اغوستن‬
‫او دا راز توکي‪ ،‬د هر سفر لپاره سړی د خپل سفر په تناسب تدارکات ویني‪ .‬وايي‪ :‬وای پر ما چې ددغه سفر‬
‫وړ تیاری مې نه دی کړی‪ ،‬آهِ مِنْ قِلَّةِ الزَّادِ وَ طُولِ الطَّرِيق‪ ،‬هغه هم داسې الر چې سل فرسخه نه ده او یا دوه‬
‫سوه فرسخه نه ده‪ ،‬طُولِ الطَّرِيق‪ ،‬الر ډېره اوږده ده وَ بُعْدِ السَّفَرِ‪ ،‬او سفر هم چې د یوې مېاشتې نه دی؛‬
‫تلپاتې او د ابدیت سفر دی‪ ،‬وَ عَظِيمِ الْمَوْرِد (‪ )۴‬او د هغه ځای عظمت او سترتوب چې باید ورشې‪ ،‬سړی‬
‫چې عادي سفر ته لکه تفریح یا تجارت ته ځي‪ ،‬ښه نو دا خو دومره مهم نه دی‪ ،‬خو کله چې غواړي داسې‬
‫یو جهان ته سفر وکړي چې‪ :‬عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَاالَرْضُ (‪ )۱‬پراخوالی يې د ټولو کهکشانونو په کچه دی‪،‬‬
‫بې بریده او بې نهایت ابدیت ته سفر دی‪ ،‬هغه مهال د الرې د توښې مسئله له عادي حالته ډېر اوچت‬
‫اهمیت مومي‪ .‬نو د الرې او سفر په تناسب باید ورته دسفر وسایل او توښه تهیه شي ځکه چې الره سخته‬
‫او سفر اوږد دی کوم مهال چې انسان سر په ځمکه کېښود‪ ،‬هم يې زمان بې نهایت دی او هم یې مکان‪ :‬د‬
‫الرې اوږدوالی او د سفر پراخوالی‪ .‬او مونږ ټول ددې الرې مسافران یو‪.‬‬
‫په دې سورتونو کې يې ددې سفر په اړه له مختلو زاوییو خبره کړې ده‪ .‬لکه څنګه چې مو وليدل‪ ،‬مخکينی‬
‫سورت کې‪ ،‬د «بلد» سورت کې‪ ،‬خبره ددې سفر د سختیو په اړه وه‪ .‬د حافظ دا شعر په دې اړه په زړه پورې‬
‫دی چې وايي‪:‬‬
‫سرزنشها گر کند خار مغیالن غم مخور»‬ ‫«در بیابان گر به شوق کعبه خواهی زد قدم‬
‫یعنې که سړی د یو سفر لپاره شوق ولرې‪،‬که الره ډبرينه وي او خوړ او لوړې ژورې هم ولري‪ ،‬نه ښايي غم‬
‫وخوري‪ ،‬او وډار شي‪ .‬د «شمس»په سورت کې خبره د همدغه «خار مغیالن» ده‪.‬‬
‫نو د «شمس»په سورت کې بېا هم خبره له څوګوني توب‪ ،‬تقابلونو او تعارضونو ده‪ ،‬خو ډیرتر يې د هغوی‬
‫په هڅوونکو او انګېزو پاملرنه او تمرکز کړی دی‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ ال َّرحِيمِ‬
‫وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا﴿‪﴾۱‬‬
‫قسم پر لمر [چې د نور سرچينه ده] او د نور په خپرېدو [‪ ،‬وړانګو‪ ،‬رڼا‪ ،‬غرمه او برېښنده‬
‫(‪)۱‬‬
‫ځال] يې!‬
‫وَالْقَمَرِ اِذَا تَلَاهَا﴿‪﴾۶‬‬
‫( ‪)۶‬‬
‫او قسم پر سپوږمۍ‪ ،‬هغه مهال چې په هغه [لمر] پسې راځي!‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫د سورت د پیل اوه سوګندونه دتضادونو او تقابلونو په اړه دي خو ډیره پاملرنه يې دهغوی‬
‫هڅونکو او انګېزو ته کړې ده‪ .‬سوګندونه په «واو» پیل کېږي‪ ،‬د قسم «واو»‪ :‬وَالشَّمْسِ‪،‬‬
‫سوګند پر لمر‪َ ،‬وضُحَاهَا‪ .‬او سوګند د هغه د نور پر خپرېدو‪ ،‬ځلېدو او وړانګو‪ .‬لمر چې هم‬
‫يې کتله یا جرم مونږ د خپلې جاذبې تر اغېز الندې راوړي او هم د هغه نوري او غیر نوري‬
‫تشعشع او د وړانګو ځال يې‪ .‬د لمر دنننی چاودونکی ځواک چې د تودوخې درجه يې د‬
‫سانتي ګراد په حساب څو میلیونو درجو ته رسېږي‪ ،‬د هسته يي فعل او انفعاالتو په پایله کې‬
‫رامنځته کېږي چې هایدروجن په هیلیوم بدلېږي او د الکترومقناطیسي یا نوري څپو په بڼه‬
‫ځلېږي‪ .‬نو سوګند هم د لمر د جسم او کتلې په اړه دی او هم يې د نور او وړانګو په اړه‪.‬‬
‫که ښه يې واضح کړو ړومبنی سوګند [والشمس و ضحیها] د لمر دوه حالتونو ته اشاره کوي‪،‬‬
‫لومړی حالت د لمر وجود او ماهیت یعنی د هغه جرم او کتله ده [والشمس] چې د خپلې‬
‫جاذبې په ځواک ددې منظومې او ټولګې اجرام خپلې لور ته کشوي او په یو ځانګړي مدار کې‬
‫د عمومي تعادل او انډولتیا وروسته يې په ګرځ او تاوېدو راولي‪ .‬د لمر د اغېز دویم حالت‬
‫[ضحیها] یعنی د هغې ځال او رڼا ده چې د لمر د مرکز د چاودیدونکو هسته يي تعامالتو په‬
‫پایله کې د دافعي ځواک له المله رامنځته کیږي‪ .‬پر دې بنا موږ د لمر له دوو جاذبې او دافعې‬
‫(هسته يي) ځواک څخه په پرله پسې توګه برخمن کېږو او ددې دواړو تر مینځ په تعادلي‬
‫انډولتیا کې خپل ژوند ته ادامه ورکوو‪ .‬په اصل کې ټول هغه حالتونه‪ ،‬حرکتونه‪ ،‬بدلونونه او‬
‫پرمختګونه چې په دې ټولګه کې واقع کیږي او د ودې‪ ،‬تکامل‪ ،‬بل منګ کېدنې او راز راز‬
‫کېدنې المل کېږي د جاذبې او دافعې دوو ځواکونو له المله دي‪ ،‬چې د یوې حکیمانه‬
‫تګالرې پر بنسټ تنظیم شوي دي‪ .‬دا دواړه ځواکونه په مستقیمه یا نامستقیمه توګه پر ځمکه‬
‫واردېږي‪ ،‬د لمر نیغ په نېغه رڼا او ځال (هسته يي دافعي ځواک) په ورځ کې او د هغه غیر‬
‫مستقیم نور په شپه کې موږ ته رسېږي‪ .‬د جاذبې ځواک يې هم په مستقیمه بڼه یا د سپوږمۍ‬
‫له الرې چې د لمر او ځمکې د جاذبې په مشترک ډګر کې واقع ده ( او د مدّ او جذر او د راز‬
‫راز اغېزو المل کيږي) زموږ پر خاورینه کره واردېږي‪.‬‬
‫د فزیک او ستورپوهنې [استرالوجي] د علم په رڼا کې په آسمان کې د هر ځلېدونکي ستوري‬
‫پيدایښت د دوو ځواکونو په پایله کې رامنځته کېږي یو د جاذبې ځواک دی‪ ،‬چې ستوری‬
‫فشرده او وړوکی کوي‪ ،‬او بل د دافعې ځواک دی چې د دننني انفجار په پایله کې رامنځته‬
‫کېږي چې غواړي ستوری منفجر کړي‪ .‬دا دوه ځواکونه او انرژي هغه مهال چې انډول شي او‬
‫تعادل ته ورسېږي ستوری زېږيږي او هر کله چې د ستوري دننني سون توکي په هسته يي فعل‬
‫او انفعاالتو کې د هایدروجن اوښتون په هیلیوم پای ته ورسېږي او تمام شي‪ ،‬د جاذبې د‬
‫ځواک په برالسۍ‪ ،‬ستوری په منقبض کېدلو‪ ،‬راټولېدلو او غونجېدلو پیل کوي‪ .‬نو د جاذبې‬
‫او دافعې تر منځ په ننګونه کې زمونږ په جهان کې حیات او حرکت [ژوند او یون] بڼه نیسي‪ .‬د‬
‫کیهاني جاذبې ځواک‪ ،‬ستوري په هم غږې توګه په واحد مدار کې په څرخېدنه راولي او‬
‫ځمکه په وضعي او انتقالي حرکت کې هم په خپل چورلیځ ګرځي او هم له لمر ګردچاپېره‬
‫ګرځي‪ .‬دا ټول له هغه ربوبیته چې دهستۍ پر جهان واکمن دی سرچینه نیسي او د یو فوق‬
‫العاده حکمت پر بنسټ راڅرګنديږي‪.‬‬
‫وَالْقَمَرِ اِذَا َتلَاهَا‪ .‬ورپسې سوګند په سپوږمۍ دی‪ ،‬کله چې‪ :‬تَالها‪ ،‬په لمر پسې ځي او د هغه‬
‫نور پر مونږ ځلوي‪ .‬د شپې پر مهال چې د ځمکې یو اړخ لمر ته شا کړې وي‪ ،‬سپوږمۍ د هغه‬
‫نور پر مونږ ځلوي‪ .‬د معنا په جهان کې هم دا قاعده برقراره او د تطبیق وړ ده؛ یعنې یو شمېر‬
‫کسان په غیر مستقیم ډول‪ ،‬کولی شي د هدایت نور پر مونږ وځلوي‪ .‬که الله بالتشبیه د هستۍ‬
‫د جهان لمر وګڼو‪ .‬پیغمبران‪ ،‬د الله اولیاء‪ ،‬هدایت کوونکي او بشري الرښوونکي د جهان‬
‫سپوږمۍ او د زمانې د ظالمانو په تورتم کې د هستۍ د لمر د نور منعکس کوونکي او‬
‫ځلوونکي دي‪.‬‬
‫قرآن د لمر په اړه وايي‪ :‬سِرَاجًا َوهَّاجًا‪ )۲(.‬لمر «وهّاج» څراغ دی‪« .‬وهّاج» یعنې تل د نور د‬
‫خپرولو او ځال په حال کې؛ په داسې حال کې چې د سپوږمۍ په اړه وايي‪ :‬وَجَعَلَ فِيهَا سِرَاجًا‬
‫وَقَمَرًا مُنِيرًا‪ ) ۷( .‬چې دنور غبرګوونکي او منعکس کوونکي ده؛ پخوا خلک په دې اند وو چې‬
‫سپوږمۍ هم لکه دلمر په څېر خپل نور لري خو په دې وروستیو پېړیو کې پوه شول چې‬
‫سپوږمۍ له خپله ځانه نور نه لري او د لمر نور له غبرګولو وروسته ځلوي‪ ،‬خو قرآن یوزر او‬
‫څلورسوه کاله مخکې دا مطلب ویلی دی‪ .‬په دې ترتیب په دې ټولګه کې په لمر پسې د‬
‫سپوږمۍ روانېدل (والقمر اذا تلیها) د ځمکې پر مخ د ژوند د پيدايښت او دوام په ګټه مهم‬
‫رول لوبوي چې له علمي ليده ډېر هېښوونکی او د حیرانتیا وړ دی‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۱‬ــ په لومړني سوګند کې‪ ،‬د لمر دوو نقشونو ته چې د ورپسې سوګندونو محور دی‪ ،‬اشاره‬
‫کوي‪ :‬ا ــ شمس‪ ،‬یعنې د لمر کتله او جسم چې زمونږ د ځمکې موقعیت او مکان د هغه د‬
‫جاذبې د ځواک له برکته دی ‪۶‬ــ د لمر وړانګې چې د هغه د دنننۍ هستي له فعل او انفعاالتو‬
‫څخه حاصل شوی نور‪ ،‬تودوخه او انرژي په ځمکه کې د ژوند او حرکت سرچينه او منبع ده‪.‬‬
‫لمر یو ستر څراغ دی چې د سوون توکي يې په هره ثانیه کې ‪ ۲۶۶‬میلیون ټنه هایدروجن له‬
‫هیلیوم سره د هسته يي همجوشۍ په مېکانېزم کې د سانتېګراد د کابو ‪ ۱۱‬ميلیونه درجو په‬
‫تودوخه کې دی‪ .‬له کیمیايي نظره د لمر د کتلې درې څلورمه برخه هایدروجن او پاتې ډیرۍ‬
‫برخه يې هيلیم تشکېلوي‪ .‬د لمر کتله ‪ ۳۳۶‬زره ځله له ځمکې زیاته ده‪.‬‬
‫‪ ۶‬ــ لکه څنګه چې د قرآن د آیتونو په تالوت کې‪ ،‬تبعیت او پلیونې له هغه څه چې لوستل‬
‫کېږي په پام کې دي‪ ،‬د لمر د جاذبې په نسبت د سپوږمۍ تابع والی او په شپه کې د لمر د نور‬
‫انعکاس ځمکې ته‪ ،‬همدا راز راختل يې له لمر پرېوتو وروسته‪ ،‬یو ډول تالوت او تکویني‬
‫پليوني ګڼل کېږي چې هغه د لمر پسې څکوي «وَالْقَمَرِ اِذَا َتلَاهَا»‪ .‬د لمر نور ذاتي دی خو‬
‫سپوږمۍ سړه او بې نوره ده او یوازې د لمر نور غبرګ او منعکسوي‪ .‬قرآن دا حقیقت ‪۱۴‬‬
‫س ضِيَاءً وَالْقَمَ َر نُورًا‬
‫ل الشَّمْ َ‬
‫ه َو الَّذِي جَعَ َ‬
‫پيړۍ مخکې بیان کړی دی‪ :‬یونس ‪ُ « ]۱۶: ۱[ ۱‬‬
‫ب ‪.»...‬‬
‫سنِينَ وَالْحِسَا َ‬
‫عدَدَ ال ِّ‬
‫وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِ َتعْلَمُوا َ‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَالنَّهَارِ اِذَا جَلَّاهَا﴿‪﴾۳‬‬
‫( ‪)۳‬‬
‫[= د غبرګون او انعکـاس‬ ‫او قسم پر ورځې‪ ،‬هغه مهال چې هغه [لمر] څرګند كړي!‬
‫هنداره يې شي]‪،‬‬
‫وَاللَّيْلِ اِذَا يَغْشَاهَا﴿‪﴾۴‬‬
‫( ‪)۴‬‬
‫او قسم پر شپه‪ ،‬هغه مهال چې هغه [ورو ورو پټ او] ونغاړي!‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَالنَّهَا ِر ِاذَا جَلَّاهَا‪ .‬سوګند په «نَهار»‪ .‬نهار څه څيز دی؟ ورځ‪ِ .‬اذَا جَلَّاهَا‪ .‬هغه مهال چې‬
‫متجلي کوي‪ ،‬ښکاره کوي‪ .‬تجلی ورکول یعنې ښکاره کول‪ ،‬څرګندول‪ .‬خو دا د «ها» ضمیر په‬
‫څه پورې تړاو لري؟ په لمر پورې‪ .‬نو‪ ،‬ورځ ده چې لمر ته تجلی ورکوي‪ .‬یعنې تر هغې چې‬
‫ورځ نه شي څيزونه نه ښکاري‪ .‬په بله وینا‪ ،‬لمر داسې یو څیز ته اړتیا لري چې خپل ځان د‬
‫هغه په هنداره کې څرګند کړي‪ .‬الله تعالی ارزښتونه پنځولي دي‪ ،‬خو که د هغوی لپاره عیني‬
‫مصداق نه وي او یو شمیر انسانان هغوی په خپل وجود کې مجسم‪ ،‬متحقق او رښتيني نه‬
‫کړي‪ ،‬د هغوی حقیقت نه څرګندېږي‪ .‬د بېلګې په توګه که سړی ښه نه وي‪« ،‬ښه والی» له کومه‬
‫ځایه کولی شي ښکاره او څرګند شي؟ تر هغه چې د انسانانو شهادت نه وي‪ ،‬د هغوی ایثار نه‬
‫وي‪ ،‬د هغوی امانت نه وې‪ ،‬دا صفتونه به څه ډول تحقق ومومي؟‬
‫او برعکس‪ :‬وَاللَّيْلِ اِذَا يَغْشَاهَا او سوګند په شپه هغه مهال چې هغه ونغاړي او پټ کړي‪ .‬وینو‬
‫چې دلته د تجلي ورکولو‪ ،‬ښکاره کولو او څرګندولو برعکس له شا کولو او پټولو یادونه شوې‬
‫ده او دا د یو انسان خاصیت دی چې کولی شي په خپلو کړنو او عملونو حق او حقیقت‬
‫څرګند کړي او تحقق وروبښي‪ ،‬او یا حقیقت پټ کړي‪ .‬په حقیقت کې له طبیعته نمونه او‬
‫موډل اخلي‪ .‬یعنې لکه څنګه چې شپه لمر پټوي‪ ،‬یو شمېر انسانان هم چې د شپې صفت‬
‫لري‪ ،‬له الهي حقیقتونو منکرېږي او غواړي ابدي حقیقتونه چې د هستۍ د جهان د لمر‬
‫وړانګې دي پټ کړي‪ .‬په داسې حال کې چې مؤمنان لکه د ورځې په څېر د حقیقت برېښتون او‬
‫ښکارندوی دي او هغه څرګندوي‪.‬‬
‫خو د لمر د جاذبې او دافعې دوو ځواکونو د تضاد او تقابل له اغېزو ‪ ،‬عوارضو او پایلو‬
‫حاصل شوي د ځمکې وضعي او انتقالي حرکتونه دي چې شپه او ورځ رامنځته کوي چې هغه‬
‫هم په پایله کې د نوي حرکت او ژوند المل ګېږي‪ .‬د ځمکې گردش او د هغې وضعي او‬
‫انتقالي حرکتونه‪ ،‬چې د جاذبې او دافعي دوو ځواکونو ترمنځ د واقع کېدو له المله پیدا‬
‫کېږي‪ ،‬د نوري تغیراتو پر نسبت پړاوونه او منظرونه رامنځته کوي چې د هغه د موقعیت له‬
‫مخې د ورځې یا شپې د پیدايښت المل کېږي‪.‬په ورځ کې ځمکه د لمر د نور او رڼا له غبرګون‬
‫سره هغه ته برېښ او ځال ورکوي (والنهار اذا جلیها) او په شپه کې هغه ( د هغو کسانو له‬
‫لیده چې په بله نیمه کره واقع دي ) پټوي‪ .‬نو پر دې بنا لمر ددې لپاره چې وليدل شي ځېنې‬
‫څيزونو او جسمونو ته اړ دی‪ ،‬چې په دې حالت کې برېښ او ځال مومي او له دې پرته پوښل‬
‫کېږي‪ .‬لکه څنګه چې د هدایت لمر او هر اخالقي متعالي او انساني ارزښت یو معین او‬
‫څرګند مصداق ته اړ دی چې تحقق او عینیت پیدا کړي‪ ،‬که حق پالونکي وګړي او اوچت او‬
‫سپېڅلي انسانان نه وای چې په خپله ځان تېرېدنه او ایثار الهي کلمات معنا کړي‪ ،‬څنګه به‬
‫خلکو د حق او باطل‪ ،‬عدالت او ظلم‪ ،‬تقوی او طغیان توپیر پېژاند او ارزښتونه به يې د‬
‫ارزښتونو له ضد څخه بېلول؟‬
‫په دې ترتیب په لومړني آیت (والشمس و ضحیها) کې د لمر رول‪ ،‬په دویم آیت (والقمر اذا‬
‫تلیها) کې د سپوږمۍ رول‪ ،‬او په دریم او څلورم آیتونو (والنهار اذا جلیها‪ ،‬واللیل اذا‬
‫یغشیها) کې د ځمکې نقش د هغه له دوراني حرکتونو سره په دې ټولګه کې څرګندوي‪ .‬لکه‬
‫څنګه چې وویل شول ددې حرکتونو محور لمر دی چې د هغې د جاذبې او دافعې په ځواک دا‬
‫تحوالت او اووښتونونه حاصلېږي‪.‬‬
‫سپوږمۍ د لمر او ځمکې پسې له روانېدلو پرته او هم د هغه د نور له انعکاس (برېښ‪ ،‬ځال)‬
‫پرته‪ ،‬یا د هغې پوښولو پرته په دې ټولګه کې هیڅ رول نلري‪ ،‬لکه څنګه چې د کایناتو محور‬
‫خدای دی او ټول حرکتونه او مخلوقات له هغه سرچينه نیسي او پلیوني کوي‪ ،‬انبیاء او اولیاء‬
‫(لکه د سپوږمۍ په څېر ) د هغه د هدایت نور‪ ،‬پر تیاره شوو سیمو ځلوي چې د شرک‪ ،‬ظلم‬
‫او جهالت په توسه تیاره شوي دي او انسانان د هاغه موضع او موقعیت پر بنسټ چې د‬
‫هدایت د نور په وړاندې يې غوره کوي (لکه د لمر په وړاندې د ځمکې د راز راز موقعیتونو په‬
‫څېر ) په رڼا یا تیاره کې واقع کېږي‪ ،‬یا الهي ارزښتونو ته «تجلی» [برېښ یا ځال] ورکوي (و‬
‫النهار اذا جلیها) او یا د کفر او دسیسې په توسه هغه پټوي او نغاړي (و اللیل اذا یغشیها)‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۳‬ــ ورځ لکه د هندارې په څېر چې مخ ښکاره کوي‪ ،‬هغه مهال دی چې د ځمکې مخ د لمر په‬
‫لور واقع کېږي او د طبیعت په هنداره کې يې برېښ او ځال نندارې ته ږدي‪ .‬خدای او حقیقت‬
‫او اخالقي ارزښتونه هم همدا راز دي‪ ،‬د پالونکي رب لور ته چې د جالل او د هر راز لوړتیا‪،‬‬
‫ستروالي او ښکال سرچينه ده‪ ،‬د وګړي په مخ کولو هغه ارزښتونه نوروته هم څرګندېږي‪.‬‬
‫‪ ۴‬ــ د ورځې پر خـالف‪ ،‬د شـپې پـرده او تیـاره‪ ،‬ظلـم او زور دی چـې د نـور‪ ،‬عـدالت او آزادۍ‬
‫اصــالت پټــوي‪ .‬نــو پــه دې ترتیــب شـپه او ورځ [دریــم او څلــورم ســوګند] د لمــر او ســپوږمۍ‬
‫[لومړی او دویم سوګند] محصول دی‪ .‬په دغه لمریـز جوړښـت [شمسـي منظومـه] کـې زړه او‬
‫مرکز لمر دی چې د خپلې جاذبې د ځـواک پـه توسـه يـې یـو شـمېر ګرځنـده سـتوري پـه خپـل‬
‫چاپیریال په حرکت راوړي او هغوی ته نور او د ژوندون تودوخه بښي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَالسَّمَاءِ َومَا بَنَاهَا﴿‪﴾۱‬‬
‫او پر اسمان سوګند [چې د لمر او سپوږمۍ د ګرځېدو او تاوېدو ډګر دی]‪ ،‬او پر هغـه څـه‬
‫( ‪)۱‬‬
‫[= راپورته کړ او ويي غوړاوه]‪،‬‬ ‫[د عواملو له لړۍ] چې هغه يې بنا [او جوړ ] کړ‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَالسَّمَاء وَمَا بَنَاهَا‪ .‬سوګند په «سَماء»‪«.‬سَماء» چون له الف او الم سره راغلی‪ ،‬داسې ښکارې‬
‫چې موخه يې همدا د ځمکې آسمان وي‪ ،‬او نه ټول آسمانونه‪ .‬دا نکته د قرآن نورو آیتونو ته په‬
‫پاملرنه موندلی شو‪َ .‬ومَا بَنَاهَا‪«.‬ما»یعنې هغه الملونه‪ ،‬ځواکونه‪ ،‬علتونه‪ ،‬موجبونه او سببونه‬
‫چې آسمان يې بنا کړ او خپور او اوچت کړ‪« .‬بنّا» هغه چا ته ویل کېږي چې خښته پر خښته‬
‫ږدي او یو دیوال جوړوي او پورته کوي‪ .‬دا د ځمکې جوّ یا طبقې هم‪ ،‬پوړ په پوړ جوړې شوي‬
‫او راپورته شوي چې قرآن د اشارې په توګه بیانوي چې د ځمکې ج ّو او اتوموسفیر د ځمکې د‬
‫مختلفو طبقو‪ ،‬ردو او پوټکو تر اغيز الندې رامنځته شوی دی علمې څېړنې څرګندوي چې په‬
‫مخکینیو دورو کې د ځمکې لپاره دا ډول محافظوي او ساتونکي فیلتر شتون نه درلود او‬
‫وروسته د هغه جوّ د ځمکې د مخ له پدیدو او ښکارندو او د هغه له دننیو او الندینیو برخو‬
‫فعل او انفعاالتو سره په تړاو رامنځته شو‪.‬‬
‫نو پنځم سوګند (والسماء و ما بنیها) د السماء الف او الم ته په پاملرنه چې د تر نظر الندې‬
‫آسمان معرفه او پېژاند والی څرګندوي او «بناء» (بنیها) ته په پاملرنه چې په منظمه بڼه د موادو‬
‫جوړونه او پورته کو نه ده‪ ،‬داسې برېښي چې د ځمکې له پاسه څرګند آسمان همدا جوّ او اوه‬
‫ګوني طبقې دي (نه ټول آسمانونه)‪ ،‬په نورو موردونو کې چې په قرآن کې د سماء او بنا دوه‬
‫کلمې له یو بل سره کارول شوي دي د «سماء» کلمه د «ارض» تر څنګ راغلې ده او ددې‬
‫دواړو د چمتو کېدلو او هم غږۍ محصول يې د ځمکې پر مخ د راز راز ژوند د پیدايښت او د‬
‫نباتاتو او ميوو «خروج» نومولی دی‪ ،‬سربېره پر دې چې په ځېنو موردونو کې نېغ په نېغه د‬
‫ځمکې اوه ګونو طبقو ته او په ځېنو نورو کې پورتني آسمان (السماء فوقهم) ته اشاره شوې‬
‫ده‪ .‬په هر حال د پام وړ ده چې په ټولو آیتونو کې د «سماء» کلمه له ځمکې او له ځمکني ژوند‬
‫سره اړوند مطر ح شوې ده‪ .‬په دې ترتیب داسې برېښي چې د «والسماء و ما بنیها» له سوګند‬
‫څخه موخه چې په پنځم پړاو کې په ورځ او شپه له سوګند وروسته راغلی دی‪ ،‬هغه ځواکونه‬
‫او الملونه (د «ما» له توري سره) څرګندوي چې په میلیاردونو کاله مخکې‪ ،‬له لمر څخه د‬
‫ځمکې له بېلېدلو او د هغې د دوراني حرکت چې شپه او ورځ رامنځته کوي‪ ،‬له تنظیمېدلو‬
‫وروسته‪ ،‬د ځمکني آسمان د پیدايښت‪ ،‬یعنې د جوّ (اتموسفیر) د اوه ګونو طبقو المل شول‪.‬‬
‫دا آسمان لکه د ډال او محفوظ چت په څېر ځمکه د اجرامو او تباه کوونکو وړانګو په وړاندې‬
‫ساتي‪ ،‬د اکسیجن او نورو ژوند بښونکو عناصرو له ساتنې سره او د هغوی له تېښتې څخه په‬
‫مخنېوي‪ ،‬همدا راز د ورځې د تودوخې ساتنه او د لمده بل او تودوخې تنظیم او ‪ ...‬د ځمکې‬
‫پر مخ د ژوند د پیدایښت موجب او المل شوی دی‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۱‬ــ د «سَمَا» کلمه [مفرده] ‪ ۱۶۶‬ځله او د «سَمَوات» کلمه [جمع] ‪ ۱۹۶‬ځله په قرآن کې‬
‫تکرار شوې ده‪ .‬په ډیریو کابو په زیاترو موردونو کې چې د سماء کلمه کارول شوې ده‪ ،‬داسې‬
‫ښکارې چې موخه يې همدا آسمان او د ځمکې جو د هغه له مختلفو طبقو او پوړونو سره‬
‫دی‪ ،‬په داسې حال کې چې «سموات» ډیری يې له کهکشانونو او د هغوی دننه د ميلیاردونو‬
‫ستورو او ګرځنده ستورو څخه عبارت دی‪ .‬څرنګه چې ددې سورت محور لمر دی‪ ،‬ډېره‬
‫منطقي ده چې د « وَالسَّمَاءِ وَمَا بَنَاهَا » جمله د ځمکې د طبقو په پرله پسې او تل تبادل کې د‬
‫ځمکې د جو [اټموسفیر] د طبقو جوړښت ته نسبت ورکړو [ طالق ‪ ،])۱۶:۲۱( ۱۶‬خو په‬
‫لویه کچه هم ټول جهان جوړه شوې او بناء شوې پديده او ښکارنده ده‪.‬‬
‫د جهان خټه او بنسټ له هغه نقطې چې سترچاودون [‪ ] Big Bang‬نومول شوی کېښوول‬
‫شو او د هستۍ اندیال او هوښمند جوړښت هغه له اتومه [د وړو] ذرو ځخه تر سترو‬
‫کهکشانونو پورې پورته او پراخوي‪[.‬په َومَا َبنَاهَا کې] «ما» ته اشاره ‪ ،‬د الملونو لړۍ‪،‬‬
‫بهیرونه‪ ،‬قانونمندۍ‪ ،‬نظامونه‪ ،‬اراده او هغه مشیت څرګندوي چې د دغه حیرانوونکي او‬
‫هيښوونکي جوړښت د والړېدو او پورته کېدو المل شوی دی‪ .‬په دې آیت کې د تالوت‬
‫کوونکي پاملرنه له لمریز جوړښت څخه بې بریده او نامحدوده آسمانونو ته کشوي‪ .‬د بې‬
‫بريده آسمانونو «بناکول» پر دې آیت سربېره نورو آیتونو کې هم یاد شوی دی‪ ،‬لکه‪:‬‬
‫[ نازعات ‪ )۶۷:۷۹( ۶۷‬او ‪ ۶۲‬او ‪ ]۶۹‬ــ « َا َانْتُ ْم اَشَدُّ خَلْقًا َا ِم السَّمَاءُ بَنَاهَا * رَفَعَ سَمْکَهَا‬
‫فَسَوَّاهَا * وَاَغْطَشَ لَيْ َلهَا وَاَخْرَجَ ضُحَاهَا *»‪ [ ،‬ذاریات ‪ ])۱۱:۴۷( ۴۷‬ــ «وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِ َايْدٍ‬
‫وَاِنَّا لَمُوسِعُونَ »‪ .‬قرآن د ځمکني ژوند اوه ساتونکي آسمانونه‪ ،‬اوه ساتونکي چتونه [انبیاء ‪۳۶‬‬
‫(‪ ،])۳۶:۶۱‬اوه طبقې [ملک ‪ ،)۲۷:۳( ۳‬نوح ‪ ،])۱۱:۷۱( ۱۱‬اوه سخت ډالونه [نباء ‪۱۶‬‬
‫(‪ ،] )۷۲:۱۶‬اوه الرې او طریق [مؤمنون ‪ ])۱۷:۶۳( ۱۷‬نومولي دي‪ .‬څرنګه چې دا طبقې په‬
‫تدريج او پرله پسې توګه د ځمکې له اوه ګونو طبقو سره اړوند‪ ،‬په ځانګړې توګه د فوتو سنتز‬
‫په پدیده راپورته شوي دي‪ ،‬هغه يې هم د «وَالسَّمَاءَ ِبنَاءً» له تعبیر سره ستایلې دي‪ « .‬وَ َب َنيْنَا‬
‫سبْعًا شِدَادًا » [نباء ‪.])۱۶:۷۲( ۱۶‬‬
‫فَوْ َقكُمْ َ‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَالْأَرْضِ َومَا طَحَاهَا﴿‪﴾۲‬‬
‫( ‪)۲‬‬
‫او پر ځمکه قسم‪ ،‬او پر هغه څه [د الملونو او عواملو له لړۍ] چې هغه يې و غوړوله‪،‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَالْأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا‪ .‬سوګند په ځمکه او «هغه څه چې» هغه يې وغوړوله او خپره کړه‪( .‬ما)‬
‫ــ چې په مبهمه بڼه بیان شوی ــ هاغو عاملونو او الملونو ته اشاره ده چې د ځمکې د غوړېدلو‬
‫او خپرېدلو سبب شول‪ .‬پوهېږو چې میلیونونه کلونه مخکې د ځمکې د کرې سطحه په اوبو‬
‫پوښلې وه او له مېلېونو کلونو وروسته ځمکې له اوبو سر را وایست او وغوړېدله‪ ،‬پراخه شوه‬
‫او ورو ورو په تدريج د ګیاګانو نباتاتو او [ژوو] د ژوند د چاپېریال لپاره شرایط برابر شول‪.‬‬
‫په بل ځای کې وايي‪ :‬فَرَشْنَاهَا(‪ )۲‬موږ ځمکه لکه د فرش په څېر وغوړوله او خپره کړه‪ ،‬یا‬
‫هغه مو رام او آرام کړله‪ ،‬په داسې حال کې چې تر دې مخکې تل اورغورځون او زلزله‬
‫طحَتْ (‪ )۹‬مسطح او هواره مو کړه‪ .‬شاید کابو شل‬
‫رامنځته کېدله‪ .‬او په بل ځای کې وايي‪ :‬سُ ِ‬
‫آیتونه د ځمکې په اړه خبره کوي چې کوم پړاوونه پرې تېر شوي دي‪ .‬لکه ‪ :‬مِهَادًا (‪ )۱۶‬ځمکه‬
‫مو مهد‪،‬ګهواره‪ ،‬بستر او ټاټوبی ګرځولی دی‪ .‬یا مَ َددْنَاهَا (‪ )۱۱‬ځمکه مو اوږده کړې او خپره‬
‫کړې ده‪ .‬یا َقرَارًا (‪ )۱۶‬یعنې د قرار او هوساينې ځای مو ترې جوړکړ؛ یا بسط مو ورکړ‪ ،‬یعنې‬
‫پراخه او خپره مو کړه‪ .‬مط لب دا چې په قرآن کې د ځمکې په اړه مختلف تعبیرونه راغلي دي‬
‫چې ټول دې نکتې ته اشاره لري چې ځمکه په الهي مشیّت ورو ورو په تدريج د انسان د ژوند‬
‫لپاره چمتو شوې ده‪.‬‬
‫نو په شپږم سوګند کې‪ ،‬د ځمکې چمتو کېدل يې‪ ،‬له پورتنیو پړاوونو وروسته‪ ،‬د «طحا» له‬
‫کلمې سره بیان کړی چې له «دحا» سره مترادف دی او د دافعې ځواک له المله پراخوالی‬
‫څرګندوي (واالرض و ما طحیها)‪ .‬د قرآن په نورو سورتونو کې يې د ځمکې چمتوکېدل په‬
‫طحَتْ (‪ ،)۹‬الم‬
‫الندینیو عبارتونو بیان کړي دي‪ :‬و االرض فرشناها(‪َ ،)۲‬واِلَى الْأَ ْرضِ كَيْفَ سُ ِ‬
‫نجعل االرض مهاداً (‪ ،)۱۶‬واالرض مددناها (‪ ،)۱۱‬الم نجل االرض قراراً(‪ ،)۱۶‬واالرض‬
‫بعد ذلک دحیها(‪ ،)۱۳‬واالرض وضعها(‪ ،)۱۴‬جعل لکم االرض ذلوالً(‪ ،)۱۱‬جعل لکم‬
‫االرض بساطاً(‪ ،)۱۲‬الم نجعل االرض کفاتاً(‪ ،)۱۷‬شققنا االرض(‪ ،)۱۲‬و االرض ذات‬
‫الصدع(‪ ،)۱۹‬و ‪....‬خو په دې سورت کې يې یوازې د «طحیها » کلیمه کارولې ده چې له لمر‬
‫څخه د لېرې کېدو په پایله کې له حاصلو شوو دافعې ځواکونو څخه د ځمکې پراخوالی‪ ،‬یا د‬
‫ځمکې له خپل مرکز څخه د تېښتې په پایله کې دوراني حرکت او یا نور دافعه ځواکونه‬
‫څرګندوي‪ .‬په هر حال هغه ځواکونه ( د «ما» د کلیمې په توسه) څرګندوي چې ځمکې ته يې‬
‫پراختیا ورکړې او د ژوند منلو او هر کلي ته يې چمتو کړې ده‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ح ْو [نازعات ‪)۷۹ :۳۶( ۳۶‬‬
‫‪ ۲‬ــ «طَحوْ»‪ ،‬یو ډول پراخول‪ ،‬خپرول او غوړول دي‪ ،‬همدا راز دَ ْ‬
‫ك َدحَاهَا] هم دی‪ .‬پوهيږو چې له ‪ ۲،۴‬میلیاردو کلونو چې د ځمکې له‬
‫ــ وَالْأَرْضَ بَعْ َد ذَلِ َ‬
‫عمره تېرېږي‪ ،‬ځمکپېژندونکو اټکل کړی دی چې کابو درې میلیارده کاله مخکې وچو پوړۍ‬
‫پر پوړۍ ورو ورو له اوبو سر را اېستلی او تر هغې مخکې د ځمکې سطحه سترو اور‬
‫غورځوونکو او ویلي موادو پوښلې وه‪ .‬له دې حالت سره د وچو د طبقو د منځته راتګ اصلي‬
‫المل همدا راز ال پېژندل شوی نه دی‪ .‬لکه څنګه چې پوهېږئ‪ ،‬د ځمکې جامد او کلک‬
‫پوټکی د الندېنیو ویلي قشرونو پر مخ واقع دی‪ ،‬د ځمکې د استوايي شعاع [‪ ۲۶۱۲‬کېلومتر]‬
‫په مقایسه ډ ېر نازک او متغیر دی او زیات نه زیات پېړوالی يې په وچو کې کابو ‪ ۷۶‬کیلومتره‬
‫او د اوقیانوسونو په بستر کې کابو ‪ ۷‬کیلو متره [دځمکې د شعاع کابو یو زرمه] دی‪.‬‬
‫د وچو الندې د تر ټولو پېړ پوټکي علمي دلیل ال تر اوسه نه دی پېژندل شوی‪ ،‬د «طَحَا» فعل‬
‫چې په دې آیت کې راغلی دی‪ ،‬په عربې ژبه کې پر دفع کولو او له مخې لېرې کولو ‪ ،‬توغولو‪،‬‬
‫پنډېدلو‪ ،‬پلنېدلو‪ ،‬خپرېدلو او پراخېدلو داللت کوي چې په وچو کې د ځمکې سخت پوټکی‪،‬‬
‫تر اوقیانوسونو الندې د ځمکې د سخت پوټکي د پنځه برابره کېدلو المل شوی دی‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا﴿‪﴾۷‬‬
‫( ‪)۷‬‬
‫قسم‪ ،‬او هغه څه [د الملونو او عواملو له لړۍ]‬ ‫او پر [انساني مختار او خپلواکه] نفس‬
‫( ‪)۲‬‬
‫[= نظام او ترتیب يې ورکړ او جسماني کمال او‬ ‫چې هغه يې برابر [سم او سېنګار ] کړ‬
‫ودې ته يې ورساوه]‪،‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫په پای کې اوم سوګند (و نفسٍ و ما سوّیها) له مخکینیو شپږو سوګندونو سره په توپير د نکره‬
‫په بڼه (له تنوین سره) راغلی دی‪ ،‬د لمر‪ ،‬سپوږمۍ او ځمکې د دغو تحولونو او د شپې ورځې‬
‫حرکتونو پایله او نهايي محصول څرګندوي‪ ،‬په لمر او د هغه په رڼا او وړانګو(پرمځکه د هغه‬
‫د دوو ځواکونو جاذبې او دافعې اغېزې) له سوګند او په شپه ورځ کې د ځمکې او سپوږمۍ د‬
‫حرکت پر مهالونو او شېبو (اذا تلیها‪ ،‬اذا جلیها‪ ،‬اذا یغشیها) تر سوګندونو وروسته او سوګند‬
‫پر هغو ځواکونو او قوو چې د آسمان (د جوّ «اتموسیر» طبقې) د پیدايښت او د ځمکې د‬
‫پراخوالي المل شوي دي‪ ،‬دادی ددې پخواني څرخ محصول او ددې سترې کارخونې تولید‬
‫معرفي کوي‪«:‬و نفسٍ‪ ،!»..‬سوګند په نفس‪ ،‬په ځان‪ ،‬په حیات (ژوند)!‬
‫س وَمَا‬
‫داسې ښکاري چې مخکيني ټول سوګندونه یوه سريزه وه ددې سوګند لپاره‪َ :‬ونَفْ ٍ‬
‫سَوَّاهَا‪ .‬مخکيني سوګندونه ټول له معرفه الم او الف سره راغلي دي‪ ،‬یعنې پېژندل شوي‪،‬‬
‫مشخص‪ ،‬ځانګړي او څرګند دي‪ ،‬یعنې شپه او ورځ‪ ،‬سپوږمۍ او لمر‪ ،‬ځمکه او آسمان‪ ،‬خو‬
‫دا یو قسم چې په «نفس» دی‪ ،‬نکره راغلی او مبهم دی؛ نکره د دغې خلق او پنځ د عظمت او‬
‫شرافت له کبله یا ښايي د کوم بل دلیل له المله‪«.‬نفس» یعنې ځان‪ ،‬یا حیات [ژوند]‪.‬‬
‫مخکينیو شپږګونو پديدو او ښکارندو‪ :‬لمر او رڼايې‪ ،‬سپوږمۍ‪ ،‬شپه او ورځ‪ ،‬د ځمکې ج ّو‬
‫[هوا او چاپېریال] او د ځمکې د سطحې غوړېدلو او پراختیا‪ ،‬یو چاپېریال او ډګر چمتو کړ‬
‫چې حیات [ژوند] د پالونکي رب یو له تر ټولو سترو آیتونو او نښو‪ ،‬ښکاره او څرګند شي‪ .‬په‬
‫دې اړه چې نفس يې ولې نامشخص او نامعین ذکر کړی دی‪ ،‬ویلی شو چې ژوند مختلف‬
‫پړاوونه او ډولونه لري چې په پای کې تر جسمي ودې او کماله یعنې د انسان وجود ته رسېدلی‬
‫دی‪ :‬و ما سوّاها‪ .‬اشاره هغه ژوند ته ده چې د تسویه‪ ،‬انډولتیا او رښتیا او سموالي پړاو ته‬
‫رسېدلی دی‪ .‬نو‪ ،‬مخکېني سوګندونه پر هغو عاملونو او الملونو دي چې د انسان د جان او‬
‫نفس او حیات د تسویه او انډولتیا سبب شول‪.‬‬
‫هغ ه مهال چې الله تعالی پرښتو ته فرمان ورکړ د آدم په وړاندې سجده وکړئ‪ ،‬اعالم او‬
‫څرګندونه کوي‪ :‬فَ ِاذَا سَوَّيْتُهُ‪ .‬کله مې چې هغه برابر کړ یعنې کله مې چې هغه ته د «تسویه»‬
‫ختُ فِي ِه مِن رُّوحِي (‪ )۶۶‬او له خپله روحه مې په کې پو کړ‪.‬‬
‫لباس او خلعت ورواغوست‪ .‬وَنَفَ ْ‬
‫اوس هغه ته سجده پر ځای کړئ‪ .‬ژوند د حضیض یعنې له ډېر ټیټ او ابتدايي پړاوه‪ ،‬چې د‬
‫ساده ګیاهي نباتاتو بڼه يې درلوده‪ ،‬اوبژوو ته ورسېد او همداراز وده او اووښتون يې وموند‬
‫دوه ګون ژوو او ورپسې الوتونکو او ورپسې د وچې ژوو او ورپسې تي لرونکو ژوو او بیا د‬
‫انسان ډول او بیا د تسویه ـ انډولتیا ـ او آدم کېدلو پړاو ته رسېدلی دی‪.‬‬
‫په دې تر تیب ددې ټولګې اووم سوګند چې له څرګندو‪ ،‬محسوسو او معروفو [له الف او الم‬
‫سره] پدیدو او ښکارندو څخه‪ ،‬په یوې ناپېژندل شوې او مبهمې [نکره] ښکارندې پای ته‬
‫ورسېد‪ ،‬د لوړ‪ ،‬ممتاز‪ ،‬خپلواک‪ ،‬آزاد‪ ،‬اندېښمند او اندیال نفس د پیدايښت خبر ورکوي‪ .‬د‬
‫محسوسو او نا محسوسو قوو او ځواکونو [‪ ....‬و ما سوّیها] د هڅو په یووالي او هېښوونکې‬
‫هم غږۍ‪ ،‬د لمر او سپوږمۍ او ځمکې د حرکتونو د نهايي محصول او پایلې په عنوان د‬
‫وجود ډګر ته پښه کېښوده‪ .‬اوس د سرليک دا مسافر چې تر اوسه د طبیعي هدایت او غريزې‬
‫پر مرکب تر دې منزلځایه او پړاوه رسېدلی دی باید پلی شي او د الله په لور د آخرت پاتې‬
‫مسیر او تګالره په خپلو پښو او د ارادې او اختیار په ځواک ووهي‪ ،‬البته د الهي هدایت څراغ‬
‫او فطري الهامونه د هغه د الرې په اوږدو کې موجود دي‪ .‬د نفس د کليمې نکره راتلل ‪ ،‬هم د‬
‫هغه کرامت او عظمت څرګندوي‪ ،‬او هم د هغه مبهم والی او عمومي والی‪ .‬ټول هاغه د جذب‬
‫او دفعې حرکتونه او ټول تغییرونه او تحولونه او چلندونه او راز راز ډولونه چې د هستۍ په‬
‫ماده کې رامنځته شوي‪ ،‬د همدې لپاره دي چې «نفس» [حیات‪ ،‬جان‪ ،‬ژوند ] د ځمکې پرمخ‬
‫چمتو او ساتل شوی څرګند شي‪ .‬دا هماغه د ژوند ساده تره نښه یا هغه واحد [یوون] نفس‬
‫دی چې په تېرو څو میلیاردو کلونو کې له خورا پېچلو کیمیايي او فزیکي تعامالتو او پروسو‬
‫وروسته په ځمکه کې رامنځ ته شوی‪ .‬خو دا نفس هم په یوه حالت ځای پر ځای پاتې شوی نه‬
‫دی ‪ ،‬د یون او اووښتون حکیمانه اراده او مشیت‪ ،‬تل هغه تغییر‪ ،‬بل منګوالي‪ ،‬راز رازوالي او‬
‫بشپړتیا ته اړ باسي‪ .‬او یو پټ او مرموز ځواک هغه تسویې‪ ،‬برابروالي او سینګار ته سم کړ (و‬
‫نفس و ما سوّیها) چې په پای کې د «ژوندیو» موجواتو لړۍ چې د ساده تر «نفس» په بڼه وو‪،‬‬
‫له میلیونو (یا میلیاردونو) کلونو وروسته هغه د خپل ځان د بشپړیدو په بهیر کې‪ ،‬د «آدم» په‬
‫نامه د یوه «تسویه» شوي [برابر شوي] خپلواک او مختار موجود په توګه پای ته ورسېد چې‬
‫په مستقیمه بڼه او نیغ په نېغه يې د الهام موندلو استعداد او ظرفیت السته راوړ‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫مرِ‪ ،‬النَّ َهارِ‪،‬‬
‫‪ ۷‬ــ شپږ ړومبني سوګندونه ټول د معرفه په الف او الم ادا شوي ول [الشَّمْس‪ ،‬الْقَ َ‬
‫سوَّاهَا] بیان شوی دی چې‬
‫ض]‪ ،‬خو اوم سوګند د نکره په بڼه [ َونَفْسٍ وَمَا َ‬
‫اللَّیْلِ‪ ،‬السَّمَاءِ‪ ،‬الْأَرْ ِ‬
‫د هاغو استعدادونو په ناپېژندوالي داللت کوي چې د «اختیار» درلودلو له المله په آخرین‬
‫ډوله ژوندیو موجوداتو کې چې نفس نومول شوی‪ ،‬چې د ژوند په تکاملي بهیر کې د ځمکې‬
‫په مخ را څرګند شوی دی‪.‬‬
‫س َویَ» له ریښې‪ ،‬چې له مساوات او تسویه او مساوي او ‪ ....‬سره له یوې‬
‫سوَّاهَا» د « َ‬
‫‪ ۲‬ــ « َ‬
‫کورنۍ دی‪ ،‬په یو ډول تساوي‪ ،‬تعادل‪ ،‬برابرۍ او انډولتیا داللت کوي‪ .‬لکه د حساب تسویه‬
‫چې هر څيز په خپل ځای کې ځای پر ځای کېږي‪ .‬د خلق تسویه‪ ،‬له جسمي پلوه ودې او‬
‫کمال ته د رسېدلو پړاو دی د هاغه نقش د سرته رسولو لپاره‪ ،‬چې په الهي مشيّت کې ورته‬
‫مقدّر او اټکل شوی دی او د الهي روح د نفخه په مرسته لوړ او اوچت مقام او پوړ ته د پل‬
‫اېښولو لپاره د چمتووالي نښه ده‪ .‬دا حقیقت قرآن په ځلونو بیان کړی دی‪[:‬سجده ‪])۹:۳۶( ۹‬‬
‫ــ «ثُ َّم سَوَّاهُ َونَفَخَ فِيهِ مِنْ رُوحِهِ ‪[ ،» ...‬حجر ‪ )۶۹:۱۱( ۶۹‬او ص ‪ ])۳۲ :۷۶( ۷۶‬ــ « فَاِذَا‬
‫سَوَّيْتُهُ وَنَ َفخْتُ فِيهِ مِنْ رُوحِي‪.» ...‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فَاَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا﴿‪﴾۲‬‬
‫(‪)۱۶‬‬ ‫( ‪)۹‬‬
‫[= له‬ ‫[= د پردې په غوڅولو او په خطا کولو کې بې پروايي] او تقوی‬ ‫نو فجور‬
‫(‪)۱۱‬‬
‫خالف او خظا څخه پروا کول] يې هغه ته الهام کړل‪،‬‬
‫قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَ كَّاهَا﴿‪﴾۹‬‬
‫چې یقینا بریالی شو هغه څوک چې هغه [نفس] يې تزکیه کړ [هغه ته يې وده ورکړه او‬
‫سپېڅلی يې وساته] [= چې د نفس قدسي دانه او زڼی يې د تقوا په ځواک له خاورو د افالک‬
‫(‪)۱۶‬‬
‫په لور څرګند‪ ،‬زرغون او اوچت کړ]‪،‬‬
‫وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا﴿‪﴾۱۶‬‬
‫او په یقین‪ ،‬نهیلی ‪ ،‬نامراده [او زیـانمن] شو هغه څوک چې هغه يې [د ځـان غوښـتونو‬
‫تر خاورو الندې پټ او] تباه کړ [= د خپل وجدان نور يې پټ کړ]‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫له اوه ګونو سوګندونو وروسته‪ ،‬د مطلب اصل چې د سوګندونو ځواب او د هغه نتیجه او‬
‫غرض دی‪ ،‬بیانېږي‪ .‬دا ځواب یوه تفریعي (د ف له حرف سره) نتیجه او دوه قرینه او متقابل‬
‫حکمونه لري چې هر دواړه د «قد» په توري پیل کېږي‪ :‬فالهما فجورها و تقویها‪ ،‬قد افلح من‬
‫زکیها‪ ،‬و قد خاب من دسیها‪...‬‬
‫هغه مهال چې د کمال او ودې دې حد او برید ته ورسېد‪ ،‬فَاَلْهَمَهَا الله تعالی هغه ته الهام کړل‪.‬‬
‫څه څيز؟ فُجُورَهَا وَتَ ْقوَاهَا‪ .‬هم يې بې تقوايي او هم تقوا يې ورته الهام کړل‪ .‬هم د بدکارۍ‬
‫الره او هم د پرهېزګارۍ الره‪ .‬تر دې مخکې يې یوازې طبیعي او یا تکویني هدایت درلود‪،‬‬
‫جوړښتې هدایت چې هر موجود يې لري؛ یا ویلی شو غریزي هدایت؛ خو تردې وروسته‬
‫هدایت عقلي شوی دی‪ .‬لکه څنګه چې لمر او سپوږمۍ په خپلو مدارونو کې حرکت کوي او‬
‫په جهان کې هيڅ څيز له خپل حد او برید څخه تجاوز او تېری نه کوي‪ ،‬الله تعالی انسان ته‬
‫چې د خلقت کمال دی‪ ،‬الهام وکړ چې حد او برید يې څه او چرته دی؟‬
‫نو په پای کې پایله یا د قسم ځواب‪ :‬قَ ْد َافْ َلحَ مَن زَ كَّاهَا‪« .‬قد» د تحقیق توری دی یعنې په‬
‫رښتينې توګه‪ ،‬یقیناً او په تحقیق‪« .‬فَلح» یعنې درز‪ ،‬سوری او چاود‪ .‬کروندګر ته هم «فالح»‬
‫وايي ځکه چې ځمکه سورۍ کوي‪ ،‬چَوي‪ ،‬بېلوي او یوي کوي‪ .‬حضرت علي (رض) وايي‬
‫ق ا ْلحَ َّبةَ (‪ )۶۱‬سوګند په هغه خدای چې دانه يې وچَوله او وا کړه؛ کله چې‬
‫چې وَ الَّذِى فَلَ َ‬
‫کروندګر دانه په ځمکه کې کري‪ ،‬دانه په خاوره کې وچوي او وا شي چې خپل دننني‬
‫استعدادونه څرګند کړي او هغه ته وده ورکړي‪ .‬د غنم وړه دانه د خاورو په زړه کې‪ ،‬د اوبو په‬
‫مرسته د ژوند امکان مومي‪ ،‬ځمکه څیري کوي اوراپورته کېږي او غټېږي او ډېر وږي ورکوي‬
‫او یوه دانه په اوو وږو بدلېږي او هر وږی سل دانې ورکوي‪ .‬چې دغې پروسې ته زرغونېدنه او‬
‫غوړېدنه وايي قد أفلح یعنې زرغون او وژغورل شو او آزادۍ او ودې ته ورسېد‪.‬‬
‫څوک ژغورنې او ودې ته رسېږي؟ مَن زکّاها‪ .‬هغه څوک چې خپل نفس «تزکیه» کړي‪ .‬د «ها»‬
‫ضمیر نفس ته ورګرځي‪ .‬هغه څوک چې خپل نفس تزکیه کړي او زرغون او تازه يې کړي‪.‬‬
‫«تزکیه کول» یعنې له ککړتیاو پاکول‪« .‬زکات» هم له همدې رېښې دی‪ ،‬یعنې د مال پاکول‪.‬‬
‫یعنې له اړتیاو څخه زیات له خپله ماله وباسئ او هغه پاک کړئ‪ .‬پخوا به يې چې حجامت‬
‫کاوه‪ ،‬په واقعیت کې به يې همدا کار د بدن د سالمتۍ لپاره کاوه‪ ،‬چې تازه وينه تولید کړي‪ .‬په‬
‫بڼ کې هم د ونې اضافي څانګې لېرې کوي چې ونه په ښه توګه وده وکړي‪ .‬تزکیه په واقعیت‬
‫هرَس کول دي‪ .‬دوکتور شریعتي په دې اړه په زړه پورې تعبیر لري‪ ،‬وايي زموږ د‬
‫کې یو ډول َ‬
‫هر یو په وجود کې یوه قدسي دانه پټه ده‪ .‬د قداست او سپېڅلتوب دانه‪ .‬که له دغې هستې‬
‫مراقبت او ساتنه وکړو او هغه وپالو‪ ،‬په موږ کې وده کوي او په نیالګي بدلېږي چې په پای کې‬
‫به تنومنده او ځواکمنه ونه شي‪.‬‬
‫وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا‪ .‬خابَ د أفلح ضدّ دی‪ .‬یعنې مړاوی شي‪ .‬وروست شې؛ او له تازه ګۍ‪،‬‬
‫غوړېدو او زرغونتیا غورځي‪ .‬نهيلی شي‪« .‬فَلح» یعنې غوړېدل‪ ،‬راتلونکي ته هېله درلودل‪،‬‬
‫ب يې فعل دی‪ ،‬معنا يې ده نهيلي او مړاويتوب او موخې ته نه رسېدل او‬
‫خو «خَيبَة»‪ ،‬چې خا َ‬
‫زیانکاري‪ .‬خو څوک زیانکار او تاواني دی؟ هغه څوک چې خپل نفس «دسّ» کوي‪ .‬دا لغت‬
‫یوازې دوه ځلې په قرآن کې راغلی دی‪ :‬یو هم دلته او بل يې د نحل سورت په ‪ ۱۹‬آیت کې‬
‫چې د اعرابو د جاهلیت له بدو او ناسمو عادتونو خبره کوي چې څرنګه به يې خپلې لوڼې‬
‫ژوندۍ په ګور کولې‪ .‬هلته يې هم همدا تعبیر کارولی دی‪ :‬يَدُسُّ ُه فِى ال ُّترَابِ (‪ )۶۶‬خپله لور په‬
‫خاورو کې ښخوي‪ ...‬د يَدُسُّهُ له جملې پوهېږو چې دسّاها یعنې یو حیات‪ ،‬یو ژوندی موجود‬
‫په خاورو کې پټول او له منځه وړل‪ .‬نو‪ ،‬هغه څوک چې د خپل وجود روحاني او قدسي دانه‬
‫تر خاورو الندې کوي هغه يې «دسّ» کړې ده‪ ،‬د هغې د تزکیه او سپېڅلتوب پر ځای‪ ،‬ځان ته‬
‫او نورو ته په دوکه او فرېب ورکولو‪ ،‬هغه له منځه وړي‪.‬‬
‫تزکیه د «تَدسیه» ضد دی‪ .‬تدسیه یعنې دننه پټول‪ .‬لکه د کروندګر په څېر‪ .‬چې د چمن تخم‬
‫کري‪ ،‬او د پاسه پرې سره [کود] شيندي‪ ،‬مثالً د یو ميلي متر په کچه‪ .‬که وغواړي ډېره خاوره‬
‫ورته پر مخ واچوي تخم ورستېږي او فاسدېږي‪ .‬که تاسو ډېره خاوره پرې وشيندئ‪ ،‬هيڅ نه‬
‫زرغونېږي‪ .‬د خاورې یا سرې پوښښ باید تر دې کچې سپک او نری وي چې دانه وکولی شي‬
‫د هغې له الندې سر راوباسي‪ ،‬زور يې ال دومره نه دی چې سر له ډېرې خاورې راوباسي او‬
‫راپورته شي‪ ،‬نو ځکه تر هغې الندې ښخېږي‪.‬‬
‫انسان هم کټ مټ همداسې دی؛ که پر ځان یې ډېر څه بار کړي وي‪ ،‬له مال او مقام او تړاو او‬
‫ګناه‪ ،‬سرغړونو او سرکښیو‪ ،‬یا هر دروند پېټی او کوم بل بار يې چې پر ځان بار کړي وي‪ ،‬نور‬
‫نو نه شي کولی ځان وژغورې پر دې بنا تر هغوي الندې ښخېږې‪ .‬دانه چې تر تیاره او نمجنې‬
‫خاورې الندې او تر فشار الندې ده؛ خو کوم مهال چې له خاورې سر را وباسي‪ ،‬هوا ته او نور‬
‫او تودوخې ته او د لمر رڼا ته رسېږي‪ .‬وايي تاسو انسانان په دې جهان کې لکه د خاورو په زړه‬
‫کې د دانې په څېر یاست‪ .‬باید ځان ته د رشد او ودې کولو وړتیا ورکړئ او خپل ځان سپېڅلی‬
‫او تزکیه کړئ چې را پورته او اوچت شئ‪ .‬اَ ْفلَحَ‪ .‬چې وژغورل شې‪ ،‬چې وغوړېږې‪ .‬خو که‬
‫روح او ځان مو د تړاوونو تر دروند پيټي الندې کېږدئ‪ ،‬نور به ددې ځواک ونه لرئ چې پېټی‬
‫مو سپک شي او را پورته شئ هغه مهال نو آزادېدل او ژغورنه له عادي حالته اوچته انرژي‬
‫غواړي‪ .‬دا ساده معناوې د مسئلې د روښانه کولو لپاره وړاندې شوې‪.‬‬
‫ددې دریو آیتونو فعلونه په بشپړه توګه یو تر بله متضادې معناوې لري‪ ،‬په داسې ډول چې د‬
‫تسویه شوي نفس دوه بشپړ متنافر مسیرونه او تګالرې څرګندوي‪:‬‬
‫په وړاندې ( د فجور معنا له مرکز څخه د تېښتې دافعه ځواک او د تقوی‬ ‫فجور د تقوی‬
‫معنا مرکز ته د پایبندۍ د جاذبې ځواک دی)‬
‫په وړاندې (د فالح معنا مقصود او موخې ته رسېدل او د خیبه معنا‬ ‫افلح د خاب‬
‫نهیلی کېدل او پر هغه نه السبري ده)‬
‫زکیها د دسیها په وړاندې ( د تزکیه معنا د نفس سپېڅلي کول او هغه ته وده ورکول‬
‫دي او د تدسیه معنا د هغه ککړول او ضایع کول دي)‬
‫که انسان د داسې یوې دایرې په متن کې فرض کړو چې مرکز يې حق او الهي هدایت او ګرد‬
‫چاپېره يې الهي بریدونه او حریم وي‪ ،‬فجور داسې یو ځواک دی چې تل سړی ددې حريم پرې‬
‫کولو‪ ،‬ماتولو‪ ،‬چاودون (د فجر معنا) او د هغه له بریدونو تېري ته اړ باسي‪ .‬ددغه دافعې‬
‫ځواک‪ ،‬په وړاندې د جاذبې یو ځواک د «تقوا» په نامه شتون لري چې نفس د دایرې مرکز ته‬
‫کشوي او له مرکز څخه د تېښتې حالت او د تړاو د بندونو پرې کول خنثی کوي‪ ،‬په بل عبارت‬
‫لکه څنګه چې د هغې له لغوي معنا څخه څرګندېږي د اېسارولو او درولو په موخې برېک او‬
‫تم یا ځنډ ګڼل کېږي‪.‬‬
‫خو څلور کليمې‪ :‬افلح‪ ،‬خاب‪ ،‬تزکیه‪ ،‬تدسیه‪ ،‬په کروندګرۍ او زراعتي فرهنګ کې په متعارفه‬
‫توګه کارول کېږي‪ .‬کروندګر ته له همدې المله «فالح» وايي چې ځمکه څيري کوي او څپړي‬
‫او د ځمکې په یوي کولو‪ ،‬دانې ته دا شوني کوي‪ ،‬چې اوبو او هوا ته ډېر السرسی پیداکړي‪،‬‬
‫ځکه د ډېرۍ او کلکې خاورې الندې د پاتې شوې دانې ځواک تر دې کچې نه دی چې وکولی‬
‫شي له خپلې محدودې انرژۍ سره د خاورو له درنو الیو تیر شي له اکسیجن او انرژۍ څخه‬
‫ډکې او روښانه فضا ته بهر راوټوکيږي او سر را وباسي‪ .‬په دې حالت کې د دانې دننني‬
‫استعدادونه فاسد او ضایع کېږي‪ .‬او د کروندګر هڅې په نهیلۍ او بې حاصلۍ پای ته رسېږي‪.‬‬
‫د «خیبه» [قد خاب من دسیها] معنا هم نهیلي او ضایع کیدل او فاسېدېدل او هدف او موخې‬
‫ته او وجودي مقصد او غایت ته نه رسېدل دي‪.‬‬
‫د «تدسیه» کلمه (د [و قد خاب من دسیها] په آیت کې ) چې د «تزکیه» په مقابل کې ده‪ ،‬له‬
‫دې سورت پرته د قرآن په یو بل سورت کې هم کارول شوی دی چې معنا يې ژوندی په ګور‬
‫کول‪ ،‬ژوندی خښول‪ ،‬او پر یو ژوندي موجود د خاورو اچول دي‪ [ .‬نحل ‪ - ۱۹ ، ۱۲‬وَاِذَا‬
‫شرَ بِهِ اَيُمْسِکُ ُه‬
‫كظِيمٌ * يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْ ِم مِنْ سُوءِ مَا بُ ِّ‬
‫هوَ َ‬
‫ظلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَ ُ‬
‫بُشِّرَ اَحَ ُدهُمْ بِالْأُنْثَى َ‬
‫ن اَ ْم يَدُسُّ ُه فِي ال ُّترَابِ اَ لَأ سَاءَ مَا َيحْکُمُونَ]‪ .‬دا معنا د قیقاً د هغې دانې په اړه چې‬
‫عَلَى هُو ٍ‬
‫خاورو پوښلې وي او ژوندي استعدادونه يې ضایع او فاسد شوي وي صدق کوي‪.‬‬
‫او په پای کې د «تزکیه» کلمه چې زیاته معلومه او پېژندل شوې ده‪ ،‬په بشپړه توګه له «تدسیه»‬
‫سره متضاده معنا لري‪ .‬تزکیه‪ ،‬پاکول او د ککړتیاو او د هاغو پوښونو او پوټکو لېرې کول دي‬
‫چې له ودې او رشد مخنېوی کوي‪ .‬د ګیاه او نباتاتو په اړه‪ ،‬د اضافي خاورو لېرې کول او د‬
‫مرضونو او آفتونو له منځه وړل دي او د انسانانو په اړه د جرمونو له پړې او د ګناه ګانو له‬
‫دوړو او د سوکالۍ او راحت غوښتنې له رسوباتو‪ ،‬کونوبي او خټوبي پاکېدل او سپېڅلتیا ده‪.‬‬
‫د زکات [زکوة] نوم هم له همدې المله پر صدقاتو او انفاقاتو اطالق شوی دی چې انسان‬
‫اړمنو ته د هغه په ورکړه‪ ،‬له یوې لورې خپل پېټی سپکوي او له بلې لورې د دنیا د مال له‬
‫اسارته د اړيکې او تړاو په پرېکون آزادېږي او په بېړه رشد او وده کوي‪.‬‬
‫د څلورو کلمو ‪ :‬افلح‪ ،‬زکیها‪ ،‬خَابَ‪ ،‬دسیها‪ ،‬له توضیح وروسته که د انسان «نفس» د «دانې»‬
‫پرځای د بېلګې په توګه کېږدو‪ .‬انسان هم لکه د دانې په څېر له استعداد او وړتیا څخه ډک‬
‫ددې خاوریني دنیا په زړه کې شتون لري‪ .‬چې له مادي توکو څخه په ګټه اخېستنه (الدنیا‬
‫مزرعة االخرة) باید له خاورې بهر روښانه معنوی فضا ته الر ومومي‪ .‬او د انسان طبیعي‬
‫ځواک په دې کچه دی چې داسې وکړي‪ ،‬خو که د ډېر زیات مال په ټولونه او په دنیا پورې په‬
‫تړل کېدلو‪ ،‬خپل بار دروند کړي‪ ،‬لکه د ها غې دانې په څېر چې د خاورو په ډېرۍ پوښل شوې‬
‫وي‪ ،‬فاسد او ضایع او تباه کېږي‪ .‬خو که د نفس په تزکیه د خپلې ودې خنډونه لېرې کړي او‬
‫ککړوالی پاک کړي‪ ،‬را پورته کېږي او له نور او حرارت‪ ،‬ژوند او حیات څخه په ډکه فضا کې‪،‬‬
‫پر کایناتو د ځلېدونکي لمر په لور وده کوي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۹‬ــ له معنايي پلوه‪ ،‬فاجر د متقي په مقابل کې دی او قرآن فجور د تقوا په مقابل کې راوړی‬
‫دی‪ .‬د تقوا [وقایه = ساتنه او تمېدنه] په ځواک استوار شوی خپل ځان د الهي حریم په دایره‬
‫کې ساتي او فجّار لکه څنګه چې د‪ :‬فاجر‪ ،‬فجر‪ ،‬انفجار او‪...‬کلمې پر یو ډول څپړلو ‪ ،‬څيرلو‬
‫او چاودلو داللت کوي عمالً د حرمتونو حریم او برید ماتوي‪ .‬د فجور او تقوی تقابل‪ ،‬د‬
‫جاذبې او دافعې د ځواک[د هسته يي فعل او انفعاالتو څخه راوالړ شوی] تقابل را په زړه‬
‫کوي په ورپسې آیتونو کې هم د «اَ ْفلَحَ» تقابل له «خَابَ» سره او د «زکَّاهَا» تقابل له «دَسَّاهَا»‬
‫سره ليدلی شو‪.‬‬
‫‪ ۱۶‬ــ تقوا‪ ،‬پر نفس تسلط او برالسی او د نفساني انګيزو او هڅوونکو لکه حرص‪ ،‬حسد‪،‬‬
‫بخل‪ ،‬تمې او ډیر غوښتنې او د داسې نورو مهارول دي‪.‬‬
‫‪ ۱۱‬ــ ګواکې «نفس» ته د فجور او تقوا الهام چې د خلقي تسويي (برابرولو) څخه اوچتتر‬
‫راغلی او د الهي روح په نفخه ویاړلی او مالتړی شوی دی‪ ،‬یوه ښوونه او زده کړه ده چې د‬
‫اختیار او د ژوند د ازميښت او ابتال په ډګر کې دا دوه تګالرې په ښه توګه وپېژني او ځمکې ته‬
‫په هبوط او کوزیدو د خپل وجدان او الهي استازو په هدایت صعود او لوړوالی وکړي‪ .‬دا‬
‫هماغه د سمع او بصر په دوو وزرونو دوو لوړتیاو ته اوچتوالی دی چې د بلد سورت په [ ‪۲‬‬
‫ن* وَلِسَانًا وَشَفَ َتيْنِ*‬
‫ل لَ ُه عَيْنَيْ ِ‬
‫(‪ )۲:۹۶‬تر‪ ]۱۶‬آیتونو کې ترې یادونه شوې ده‪ « :‬اَ َلمْ نَجْعَ ْ‬
‫ن‬
‫ن*» همدا راز د انسان سورت [‪ )۶:۷۲(۶‬او ‪ ]۳‬آیتونه‪ « :‬اِنَّا خَلَقْنَا الْأِنْسَانَ مِ ْ‬
‫وَهَدَيْنَاهُ ال َّنجْدَيْ ِ‬
‫جعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا* ِانَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ اِمَّا شَاكِرًا َواِمَّا كَفُورًا*»‪.‬‬
‫نُطْفَةٍ اَمْشَاجٍ نَبْ َتلِيهِ َف َ‬
‫‪ ۱۶‬ــ «فالح» يې بریالیتوب‪ ،‬زرغونېدل‪ ،‬ژغورنه او بري ته رسېدل ژباړلي‪.‬ددې کلېمې ريښه‬
‫«فَلَحَ» د پرمختګ لپاره د تګالري د خنډونو د لېرې کولو مفهوم وړاندې کوي‪.‬‬
‫په عربي ژبه کې کروندګر ته له دې المله چې د کر کیلي لپاره ځمکه څيري کوي او په یوې‬
‫کولو يې راڅپړي «فلّاح»‪ ،‬او کر کېلې او کروندګرۍ ته «فالحت» وايي‪ .‬همدا راز ماڼو ته له‬
‫دې المله چې د سیند اوبه د بېړۍ او کښتۍ په توسه څيرې کوي او مخکې ځي «فالح» وايي‪.‬‬
‫کروندګر د ځمکې په اړولو او یوې کولو‪ ،‬د ځمکې تنفس شونی کوي چې دانه او زڼی له‬
‫خاورې د افالک لورته سر وباسي او د لمر په نور او وړانګو وده وکړي بار ونيسي‪ ،‬مېوه وکړي‬
‫او حاصل او ثمر ورکړي‪.‬‬
‫د انسان قدسي دانه هم که د نفس د تزکيي او سپېڅلتیا په مرسته د مادي تړاوونو له درانه بار‬
‫ن‬
‫ح مَ ْ‬
‫څخه آزاده شي‪ ،‬د ایمان او معنویت په هوا کې ودې او لوړتیا ته رسیږي‪ « .‬قَ ْد اَ ْفلَ َ‬
‫زَكَّاهَا* وَقَدْ خَابَ مَنْ َدسَّاهَا*»‪.‬‬
‫په پورتني آیت کې «افلح» د ورپسې آیت د «خاب» په وړاندې‪ ،‬او «زکیها» د «دسیها» په‬
‫وړاندې راغلی دی چې له دغې تضاد او تقابل څخه په ښه تره توګه د هغوی په معنا پوهېدلی‬
‫شو‪« .‬خابه» له «خیبه» څخه‪ ،‬د زیان‪ ،‬تاوان‪ ،‬خسران‪ ،‬محرومیت او نهیلۍ په معنا دی‪ ،‬فالح‬
‫د هغه په نسکور ډول‪ ،‬بریالیتوب‪ ،‬برخمنتیا او هېله مندي ده‪ .‬تزکیه‪ ،‬پاکول‪ ،‬سپېڅلتیا او د‬
‫ناوړو توکو له منځه وړل دي [لکه له ونو څخه ساتنه او د دانو پر مخ د اضافي خاورې لېرې‬
‫کول]‪ ،‬او «دسیسه» [په ‪َ :‬وقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا کې]‪ ،‬د خاورې اچول [ د نجونو په ژوندې‬
‫خښولو کې ــ نحل ‪ ])۱۹:۱۲( ۱۹‬او سرپوښ اېښوول‪ ،‬ټګماري او درغلګري [په معاملو‬
‫کې] دي‪ .‬آیا د انسان د ودې په اړه‪ ،‬له هغو لغتونو استفاده کول چې په کرنه کې کارول کېږي د‬
‫هغوی د اصیلې او ريښه يي معنا تفسیروونکې نه دي؟‬
‫په قرآن کې د فالح مشتقات ټول د اِفعال په باب کې راغلي دي او دا باب له نحوي ليده د کار‬
‫په پای او انجام داللت کوي؛ لکه‪ :‬اسالم [خپل نفس حق ته تسلیمول]‪ ،‬اِشغال [ د یو مکان‬
‫نېونه]‪ ،‬اِعمال [د ځواک عملي کونه]‪ ،‬اِبالغ [ د پیغام رسونه]‪ ،‬اِنعام [د نعمت بښنه]او ‪....‬‬
‫د افلح فعل څرګندوي چې هغوی خپل نفس څېرولو‪ ،‬خالصون‪ ،‬ژغورلو‪ ،‬زرغونېدلو‪ ،‬ودې‬
‫کولو او غوړېدلو ته رسولی دی‪ .‬د خنډونو او پردو لېرې کول او څېرل‪ ،‬له دنیايي تړاوونو‬
‫ځخه ژغور او خالصون او د الهي استعدادونو وده او غوړېدل دي‪ .‬په انګلیسي ژبه کې هم د‬
‫انسان د ودې او پرمختیا پړاو د ‪ ، Fluorite‬او یوچا یا یو څيز چې وده او پراختیا کړي وي‪ ،‬د‬
‫‪ Flourish‬له کليمې سره ستايي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَاهَا﴿‪﴾۱۱‬‬
‫ثمــود [قــوم‪ ،‬د انســانیت لــه برېــدونو] پــه ســرغړونه [او سرکښ ـۍ د حــق حرمــت او حــریم]‬
‫(‪)۱۳‬‬
‫دروغجن وباله‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫نو تر دې ځایه د سورت د پیل د اوو سوګندونو پایله او نتیجه ګيري وه‪ .‬له دې سره سره داسې‬
‫برېښي چې دا ټوله تئوري ده او عقلي او ذهني مطالب دي‪ ،‬خو انسان خوښوي چې حقیقت په‬
‫ملموسه بڼه ورته څرګند شي‪ .‬عینیت غواړي؛ غواړي په سرګو يې وویني؛ غواړي مصداق يې‬
‫وپېژني‪ .‬او دا يې تر ډیره بریده حق دی‪ ،‬ځکه ذهني مفهومونه تل څرګند او رسا نه دي‪ .‬له دې‬
‫المله په ورپسې آیتونو کې الله تعالی یو مثال راوړی او د یو قوم سرلیک يې په تاریخ کې نقل‬
‫کړی دی؛ د ثمود قوم سرلیک‪:‬‬
‫كَذَّبَتْ ثَمُودُ ِبطَ ْغوَاهَا‪ .‬ثمود [قوم‪ ،‬د انسانیت له بريدونو] په سرغړونه [او سرکښۍ د حق‬
‫حرمت او حریم] دروغجن وباله‪ .‬ددې حقیقت دروغ ګڼل چې انسان یوازې د نفس په تزکیه‬
‫کولی شي وده وکړي او خپل استعدادونه تازه‪ ،‬زرغون او وغوړوي‪ .‬څه ډول يې تکذیب او‬
‫دروغجن وباله؟ نه تش په ژبه‪ ،‬بلکه په عملي توګه په خپله سرغړونه او سرکښۍ‪ .‬د انسان د‬
‫ن‬
‫كلَّا ِا َّ‬
‫طغیان او سرکښۍ داستان پر پیغمبر (ص) په لومړنۍ وحی کې هم راغلی دی ‪َ :‬‬
‫الْأِنسَانَ لَ َيطْغَى‪ .‬اَن رَّآهُ اسْ َتغْنَى (‪ )۶۳‬همدا چې انسان د بې نیازۍ‪ ،‬نه اړتیا او ځواکمنۍ‬
‫احساس وکړي طغیان او سرکښي کوي‪ .‬او تاسو په څرګنده توګه وینئ چې د یوویشتمې پیړۍ‬
‫انسان څه ډول طغیان‪ ،‬سرکښي او نافرماني کړې ده‪ .‬د الله له اطاعته يې سرغړونه کړې او‬
‫وايي نور الله ته اړتیا نشته‪ .‬نن سبا بشر له الله څخه د مړښت او نا اړینتوب او نا اړمنتوب‬
‫خبره کوي نن سبا انسان د ژوند او طبیعي نعمتونو څخه د خوند اخېستلو او عیش عشرت‬
‫لټولو او پر نړۍ د آقايي او واکمنۍ پرته بله موخه نه لري‪ ،‬مګر د نړۍ د سترو قدرتونو موخه‬
‫او مدعا له دې پرته نور څه دي؟ وايي زمونږ د خبرې له پاسه نه ښايي څوک خبرې وکړي‪ ،‬هر‬
‫کار چې زموږ زړه غواړي هغه کوو‪ .‬طغیان او سرکښي یعنې همدا د خلکو په حقوقو تجاوز او‬
‫تېری‪ .‬یعنې له خپل مسیر او تګالرې خارجېدل او اووښتل او د بريدونو او حریمونو ماتول‬
‫دي‪ .‬پر ټول جهان امپریاليستي واکمني‪ ،‬سلطه او برالسی پیدا کول‪ .‬د ثمود قوم هم په خپله‬
‫زمانه او عصر کې همدا کار د یو طغیان په توسه کاوه‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۱۳‬ــ له اوو سوګندونو‪ ،‬او په دریو آیتونو کې يې د پایلو تر څېړنې وروسته دادی عملې بېلګه‬
‫او تاریخي تجربه د ثمود قوم په سرلېک کې له بې تقوايی او فجور څخه راوالړه شوې پېښه‬
‫او آفت بیانوي؛ هغوی له الهي بریدونو او محدودو په خپله سرغړونه او «طغیان»‪ ،‬عمالً له‬
‫پردې غوڅولو او حرمت ماتولو څخه د ځان ساتنې او تقوا غوره کول دروغجن وبلل‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اِذِ انْبَعَثَ اَشْقَاهَا﴿‪﴾۱۶‬‬
‫(‪)۱۴‬‬
‫هغــه مهــال چــې د هغــوی تــر ټولــو زیــات شــقي [او خــورا بدمرغــه] راپورتــه شــو‬
‫[=ځواک ته ورسېد]‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ث اَشْقَاهَا‪ .‬انبَ َعثَ‪ ،‬چې د انفعال یاب دی د‬
‫ثمود څه وخت سرغړونه او طغیان وکړ؟ ِا ِذ انبَعَ َ‬
‫«بَعث» له مادې د راپورته کېدلو او پاڅېدلو په معنا دی‪ .‬لکه «اشتعال» ځلېدل او سوځېدل‪،‬‬
‫یا «انقالب» بدلېدل او بدلون منل‪« .‬انبعاث» یعنې د پاڅېدلو او پورته کېدلو حالت‪ .‬لکه د یو‬
‫میکروب په څېر چې کلونه کلونه د کُمون او اخفاء حالت کې وي او په مناسبو شرایطو کې د‬
‫کمون له حالته راوځي او راپورته کېږي‪.‬که د یو چا جسم او ځان قوي او ځواکمن وي‪،‬‬
‫میکروب ددې ځواک نه لري چې هغه ناروغه او بیمار کړي‪.‬مګر د ضعیفیدلو سره سم چې‬
‫خپل ځواک له السه ورکړي‪ ،‬میکروب د عمل ډګر مومي او په پنځېدو او ډېرښت پیل کوي‪.‬‬
‫قرآن وايي عذاب هم «مبعوث» کېږي‪ :‬قُلْ هُ َو الْقَادِرُ عَلَى اَن يَبْ َعثَ عَلَ ْيکُ ْم عَذَابًا‪ ،‬راز راز‬
‫عذابونه چې د کمون او اخفاء په حال کې دي کېدی شي په ټولنه کې یو ناڅاپه خوځښت راشي‬
‫كمْ‪ ،‬ستاسو د سر له پاسه‪ .‬لکه د حکومتي عذاب په څېر‬
‫او راپورته شي او وده وکړي؛ مِّن فَ ْوقِ ُ‬
‫حتِ اَرْجُ ِلکُمْ یا ستاسو د پښو له الندې څخه‪ .‬لکه د‬
‫چې له پاسه په خلکو ستم کوي‪ .‬اَوْ مِن َت ْ‬
‫ټولنې د جاهلو لنډغرانو او بې کفایتو طبقو بغاوت‪ ،‬او د هغوی د واګو خوشې کېدل او‬
‫ضکُم بَ ْاسَ َبعْضٍ‪ .‬یا پراخه بې اتفاقي چې لکه د لباس په‬
‫شيَعاً وَيُذِيقَ بَعْ َ‬
‫سکُ ْم ِ‬
‫ګډوډي‪ :‬اَوْ َيلْبِ َ‬
‫څېر د ټولنې بدن ونغاړي او خلک په خپلو کې یو د بل په ځان پسې پرېوځي‪ .‬هغه مهال چې‬
‫خشونت‪ ،‬زیږخویي او زیاتی په ټولنه کې خپور شي‪ ،‬هيڅوک یو له بله په امان کې نه دي‪.‬‬
‫ف‬
‫ظرْ كَيْ َ‬
‫وروسته وايي وګورئ څه ډول آیتونه او مطلب بیانوو ددې لپاره چې دوی پوه شي‪ .‬ان ُ‬
‫نُصَرِّفُ اآليَاتِ لَعَ َّلهُمْ يَفْقَهُونَ (‪ .)۶۴‬نو پر دې بنا د عذاب زمینه او ډګر تل شتون لري‪ ،‬که‬
‫مونږ ناسم چلند وکړو‪ ،‬د ټولنې په بدنه کې د عذاب میکروب لکه د چنګاښ په څېر زیاتېږي‬
‫او پنځېږي او هر ځای ته خپلې ريښې ځغلوي‪ .‬په پایله کې موږ یو د بل په وژلو پسې کېږو او‬
‫ورور وژنه کوو‪ ،‬د نرخونو ټېټوالی او لوړوالی راځي‪ ،‬په ورکړه راکړه‪ ،‬پېرودلو او پلورلو کې‬
‫دوکه او خیانت کېږي‪ ،‬پوهه او فرهنګ ټیټیږي او زوال کوي‪ ،‬غال‪ ،‬جرم‪ ،‬فساد‪ ،‬فحاشي او‬
‫لسګونه نورې ستونزې دي‪ ،‬چې بیداریږي‪ ،‬راویښېږي او پورته کېږي‪.‬‬
‫د ثمود قوم کوم مهال طغیان او سرغړونه وکړه؟ هغه مهال چې د هغوی تر ټولو زیات شـقي او‬
‫خورا بدمرغه راپورته شول او ځواک ته ورسېدل‪ .‬د هغوی په ټولنه کـې د نېکـانو او د فضـل او‬
‫فهم د اهل پر ځای شقیان او بدمرغه خلک هر کـاره شـول‪ .‬څنګـه کېـدای شـي چـې د پوهـو او‬
‫سم چارو‪ ،‬زده کړیالو او مؤدبو‪ ،‬رښتينو او خادمانو‪ ،‬کارپوهو او کارمندانو‪ ،‬خلکـو پـر ځـای د‬
‫شقاوت اهل او سخت زړي خلک واک ته ورسېدل او را مخې ته شول؟ دا څنګه کېدای شـي؟‬
‫ورپسې آیتونه دا مسئله روښانه کوي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۱۴‬ــ «اِنبَعاثَ» د «بَ َعثَ» له رېښې د یو کار سرته رسولو او د یوې موخې په لور تللو لپاره یو‬
‫ډول وېښېدل او پاڅېدل دي‪ .‬هغه مهال چې یو شمېر خلکو د اخالقي بریدونو او حرمتونو په‬
‫ماتولو او د انساني وجدان تر پښو الندې کو لو په توسه سرغړونه او «طغیان» وکړ او د شتمنۍ‬
‫او دنیايي ځواک تر السه کولو سیالۍ کې هر څومره چې شونې وو تر هرڅه زیات يې یو تربله‬
‫سیالي وکړه‪ ،‬ددې سیالۍ ګټونکي معموال هغه څوک دي چې د خلکو د حقوقو الندې کولو‬
‫کې ډیرتر شقاوت‪ ،‬بدمرغي او سخت زړیتوب ولري‪ ،‬په دې شرایطو کې چې « ِاذِ ا ْنبَ َعثَ‬
‫اَشْقَاهَا» چې د خلکو تر ټولو زیات شقي او بدمرغه وګړي د خلکو پر بډوډو سپرېږي او پر‬
‫ولس برالسی کيږي‪ .‬د ټولنپوهنې دا مهم اصل له بني اسرائيلو څځه د یو قوم په اړه چې د‬
‫شنبې د ورځې له حرمت ماتوونکو څخه يې پليوني کړې وه دا ډول بیان کړی دی « وَ ِاذْ تَاَذَّنَ‬
‫ن عَلَيْ ِهمْ اِلَى يَوْمِ الْقِيَامَ ِة مَنْ يَسُومُ ُهمْ سُوءَالْعَذَابِ‪[ –...‬اعراف ‪.])۱۲۷:۷(۱۲۷‬‬
‫رَبُّكَ لَيَبْعَثَ َّ‬
‫همدا راز شقي د سعید په وړاندې او شقاوت د سعادت په وړاندې دی‪ .‬د سعادت د کليمې په‬
‫ټولو مشتقاتو کې لکه‪ :‬مساعدت‪ ،‬ساعد [مټ] او مساعده‪ ،‬د اشخاصو له یارۍ یا له نورو‬
‫الملونو څخه یو ډول برخمنتیا په نظر کې ده ‪ ،‬خو شقاوت د هغه پرخالف پر محرومیت او بې‬
‫برخمنتیا داللت کوي‪ .‬د حضرت علي په وینا شقي هغه څوک دی چې له هغه څه چې له عقل‬
‫ن حُ ِرمَ نَفْعَ مَا اُوتِیَ‬
‫ن الْشَّقِیَّ مَ ْ‬
‫او تجربې حاصلېږي بې برخې دی [نهج البالغه ‪ ۷۲‬ليک – فَاِ َّ‬
‫مِنَ الْعَقْلِ وَ ال َّتجْ ِربَهِ]‪ .‬همدا راز‪ :‬سعید هغه څوک دی چې له نورو عبرت واخلي او شقي هغه‬
‫ن‬
‫څوک دی چې د خپل نفس د هوا او غرور فرېب خوري [نهج البالغه ‪ ۲۲‬خطبه – السَّعِیدُ مَ ْ‬
‫ُوعِظَ بِغَ ْیرِهِ‪َ ،‬والشَّقِیِّ َمن اِ ْنخَدَعَ ِلهَواهُ و غُرُو ِره]‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ نَاقَةَ اللَّهِ وَسُقْيَاهَا﴿‪﴾۱۳‬‬
‫نو [په داسې حالت کې] الهي استازي [= صالح پیغمبر] هغوی ته وویل‪ :‬د الله د اوښـې‬
‫(‪)۱۱‬‬
‫[= آزار مه ورکوئ او د څښاک مخنېوی يې مه کوئ]‬ ‫[حریم] او څښاک نوبت [وساتئ]‬
‫فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَ ْمدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْبِهِمْ فَسَوَّاهَا﴿‪﴾۱۴‬‬
‫خو [مګر] هغه يې دروغجن وګاڼه او هغه [اوښه] يې ووژله‪ )۱۲(.‬نو پالونکي رب يـې‬
‫د دوی د کړنو د پایلې له المله وځپل(‪ )۱۷‬او [د هغوی کورونه او سیمه يې له خـاورو‬
‫(‪)۱۲‬‬
‫سره] برابر کړل‪.‬‬
‫وَلَأ يَخَافُ عُقْبَاهَا﴿‪﴾۱۱‬‬
‫او [الله] ددې کار [= د ظالمانو ځپنه] له پايلې وېره [او پروا] نه درلوده [او نه لري] ‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ل اللهِ هغه مهال چې د الله رسول هغوی ته (دثمود قوم ته) وویل دا د الله اوښه‬
‫فَقَالَ لَهُ ْم رَسُو ُ‬
‫ده او دا يي هم د څښاک برخه‪ ،‬هغې ته آزار مه ورکوئ‪ :‬نَاقَةَ اللهِ َوسُقْيَاهَا او په نورو سورتونو‬
‫کې يې هم توضیح کړی چې د ثمود قوم ته مبعوث شوي پیغمبر هغوی ته وویل چې دې‬
‫اوښې پورې هيڅ کار مه لرئ‪ ،‬او پرېږدئ یوه ورځ د اوبو نوبت د هغې وي‪ ،‬یوه ورځ ستاسو‪.‬‬
‫دا البته د هغوی د تقوا ازميښت وه‪ .‬الله تعالی په دې فرمان هغوی امتحان کړل چې وویني‬
‫چې هغوی تر کومې کچې کولی شي خپل ځان کنټرول کړي‪ .‬هغوی د خپل پیغامبر خبره‬
‫دروغ وګڼله‪َ ،‬فكَذَّبُوهُ‪ ،‬او اوښه يې ووژله‪ ،‬فَعَ َقرُوهَا او دا د هغوی لپاره ازميښت او امتحان وه‬
‫چې آیا د خپل رسول فرمان مني یا نه‪.‬‬
‫فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُم بِذَنبِهِمْ فَسَوَّاهَا نو‪ ،‬د هغوی پالونکي رب دهغـوی د ګنـاه پـه سـزا کـې ټـول‬
‫هالک او له منځه یوړل‪ .‬وَال يَخَافُ عُقْبَاهَا‪ .‬او الله ددې کار له پايلې وېره او پروا نـه درلـوده او‬
‫نه لري‪ .‬یعنې هیچا ته دا واک نشته چې له الله پوښتنه او بازخواسـت وکـړي چـې ولـې دې یـو‬
‫قوم په عذاب کړ‪.‬‬
‫کېدی شي دا پوښتنه وشي چې سره ددې چې د حضرت صالح اوښه یو کس ووژله‪ ،‬الله‬
‫تعالی ولې ټول په عذاب اخته کړل؟ حضرت علي (رض) دې پوښتنې ته داسې ځواب ورکړی‬
‫دی‪ :‬لَمَّا عَمُّوهُ بِال ِّرضَا (‪ )۶۳‬ددې لپاره چې نور په خپل سکوت‪ ،‬بې تفاوتۍ‪ ،‬او نه ګوتنېونه په‬
‫هغه کې شریک شول او عمالً يې داسې کار ته رضایت څرګند کړی دی‪ .‬دا شونې نه ده چې په‬
‫سمه او شریفه ټولنه کې څوک په څرګنده توګه د جرم جرأت‪ ،‬زړورتیا او بې پروايي وکړي‪.‬‬
‫تر هغه چې خلک ورسره هم غاړي نه وي‪ ،‬هم غږي نه وي‪ ،‬ملتیا ونه کړي‪ ،‬شونی نه دی یو‬
‫کار‪ ،‬که بد وي یا ښه سرته ورسېږي؟ جنایتونه او زړه بوږنوونکي کړنې او جرمونه معموال د‬
‫ټولنې د اکثریت خلکو له اخالقو سره نیغه اړیکه او ډیر نژدې تړاو لري‪ ،‬او که نه دا په ندرت‬
‫سره پیښیږي‪ .‬د حضرت علي (رض) له حکمت ناکو ویناو څخه‪ :‬لتَتْرُكُون الْأَ ْمرَ بِالْمَعْرُوفِ وَ‬
‫النَّهْى عَنِ الْمُنْكَر‪ ،‬که تاسو امر په معروف او پر ښو د امر او له منکر او بدوڅخه نهي او منع‬
‫كمْ‪ ،‬بیا به ستاسو اشرار‪ ،‬خورا بدجنس او‬
‫کمْ َاشْرَارُ ُ‬
‫کول پرېږدئ‪ ،‬پایله دا ده چې‪ :‬فَيُ َولَّى عَلَيْ ُ‬
‫خورا بد خلک پر تاسو باندې ځواکمن‪ ،‬واکمن او السبري کيږي‪ .‬کله چې ټولنه بې تفاوته‬
‫وي‪ ،‬چوپه خوله وي‪ ،‬نیوکه نه کوي او د هغو کسانو په کار چې د ځواک سرچینه وي څارنه نه‬
‫کوي‪ ،‬هغوي هم هر څه چې زړه يې وغواړي هغه کوي او ورځ تر بلې ډېر واک او ځواک تر‬
‫السه کوي‪ .‬ثُمَّ تَدْعُونَ هغه مهال دعا کوئ چې ای خدایه ددوی شر زموږ له سره کم کړه‪ ،‬فَلَا‬
‫کمْ (‪ )۶۱‬نو هېڅکله ستاسو دعا نه قبلېږي‪.‬‬
‫يُسْتَجَابُ لَ ُ‬
‫حضرت علي (رض) غواړي ووايي چې که په ټولنه کې امر په معروف او نهی له منکر ترک او‬
‫پرېښوول شوی وي‪ ،‬پر خطاګانو او خالفو کړنو او ناسمو کارونو څارنه نه وي‪ ،‬طبیعي ده‬
‫چې شرور او خطاکار انسانان همدا چې وګوري څوک يې مخنېوی نه کوي‪ ،‬د ټولنې تر‬
‫نظارت او څ ارنې الندې نه دي او خلک انتقاد‪ ،‬ګوتنېونه او روښانتیا نه کوي‪ ،‬څرنګه چې ګټې‬
‫يې یو په بل پورې تړلي دي‪ ،‬ځواک يې هره ورځ یو تر بلې زیاتېږي او مخ په بره ځي او ال‬
‫اوچتېږي تر هغې چې ټولې اصلي او کلیدي څوکۍ او مقامونه تروړي او الندې کوي او د‬
‫خلکو د سر په کاسه کې اوبه څښي او حقوق يې نالېدلي ګڼي په داسې شرایطو کې چې د‬
‫خلکو قدم او قلم مات وي‪ ،‬ژبه تړلي او زړه سوځېدلي خلک یوازې دوعا کولی شي‪ .‬خو دوعا‬
‫هم نوره د هغوی حال ته ګټه نه لري‪ .‬ځکه چې دوی مکلف ول او مسئولیت يې درلود چې‬
‫ددې کږو او ناسمیو مخنېوی وکړي ويې نکړ‪ ،‬اوس يې باید وزغمي‪.‬‬
‫په قرآن کې د «سَبت» د اصحابو‪ ،‬یا د شنبې دورځې د یارانو داستان‪ ،‬په همدې تړاو یو‬
‫داستان دی‪ .‬د بني اسرائیلو د قوم او د شنبې په ورځ چې د هغوی د عبادت ورځ وه د کب‬
‫نېونې کيسه ده‪ .‬په هغې ماجرا کې خلک درې ډلې ول؛ یوه ډله هغه وه چې په خالفکارۍ بې‬
‫ال رۍ او شرعي خولۍ او چل ول يې د شنبې د ورځې حرمت مات کړ‪ .‬د هغوی په وړاندې‬
‫مؤمنین دوه ډلې ول؛ یو شمېر له هغوی اعتراض کاوه او بې الرې او منحرفان يې له دې قانون‬
‫ماتولو منع کول‪ .‬یو شمېر نورو ویل ولې خپل اعصاب خرابوئ؟ الله باید ددوی سزا ورکړي‬
‫او په عذاب دې يې کړي‪ .‬تاسو خپل ځان سردرد کې مه اچوئ‪ .‬د لومړنیو مؤمنینو ځواب دا‬
‫وه موږ غواړو د الله په نزد ځواب ولرو چې موږ بې تفاوته نه وو‪ ،‬او بله دا چې نه ویل کېږي‪،‬‬
‫شاید زموږ په انتقادونو له خپلو کارونو الس واخلي‪.‬‬
‫په دې ترتيب منحرفانو‪ ،‬د مؤمنینو د نه یوالسېتوب له المله‪ ،‬خپلو کارونو ته ادامه ورکړه او‬
‫طغیان او سرغړونه يې وکړه چې د الله عذاب پرې راغی او له معترضو مؤمنینو پرته نور ټول‬
‫پرې اخته شول‪ .‬هغه مهال پالونکي رب اعالم او څرګند کړل پر داسې ډارنو او محافظه کارو‬
‫وګړو چ ې له بدو او منکرو چارو مخنېوی نه کوي‪ ،‬د قیامت تر ورځې پورې داسې څوک پرې‬
‫مبعوث او برالسي کوي یعنې واک او ځواک ته يې رسوي چې خورا بد عذاب‪ ،‬یعنې‬
‫ب (‪)۶۲‬‬
‫ن عَلَيْ ِه ْم اِلَى َيوْمِ الْقِيَامَ ِة مَن يَسُومُ ُهمْ سُوءَ الْعَذَا ِ‬
‫استبداد‪ ،‬ربړ او ځور پرې څکي‪.‬لَيَبْعَثَ َّ‬
‫ا و هېڅ د حیرانتیا او هېښتیا ځای نه دی چې هغه ټولنه چې خلک يې ددې وړتیا‪ ،‬همت او‬
‫ځواک ونه لري چې د ناحق او باطل په وړاندې ودرېږي او له انتقاد او اعتراض کولو ډارېږي‪،‬‬
‫طبیعي ده چې د هغوی اشقیا‪ ،‬اشرار او بدمرغه راويښيږي او را پورته کېږي؛ طبیعي ده د‬
‫ټولنې خورا بد خلک ځواک په الس کې ونيسي او د خلکو له سره پوټکی وباسي‪ .‬هغه مهال‬
‫په هغو شرایطو کې دوعا هم هيڅ ګټه نه لري‪.‬د ثمود ټولنې له دې المله طغیان او سرغړونه‬
‫وکړه چې اشقیا او ستغ کاري بدکاران يې داسې ځای او پوړيو ته ورسول چې د الله اوښه يې‬
‫ووژله او تباه او منقرض شول‪ .‬او دا سرليک په ځلونو په تاریخ کې پېښ شوی دی‪ .‬ددې‬
‫سورت وروستني آیتونه خبرتیا ورکوي که ددې پرځای چې ستاسو پاکه او قدسي دانه وده‬
‫وکړي او ثمر ورکړي‪ ،‬په خاورو کې خښه شي او فاسده شي‪ ،‬هغه وخت ټولنه د طغیان او‬
‫سرکښۍ په کنده کې لوېږي د تباهۍ په لور ځي او په الهي عذاب اخته کېږي‪.‬‬
‫د سورت د پای پنځه آیتونه چې د ثمود قوم په توسه د دروغ ګڼنې داستان بیانوي‪ ،‬د فجور او‬
‫تقوی‪ ،‬تزکیه او تدسیه‪ ،‬فالح او خیبه مجردو او ذهني مفهومونو ته تاریخي عینیت او خارجي‬
‫مصداق بښي ددې لپاره چې د اهل فجور د پای سرليک څرګند کړي‪ .‬د ثمود قوم د وقایه‬
‫(تقوی)کېدلو پر ځای‪ ،‬د فجور په پیل کولو پر الهي برید او حریم طغیان وکړ(تقوی–‬
‫طغوی) [کذبت ثمود بطغویها]‪ ،‬ولې او څه ډول او کوم مهال يې طغیان وکړ؟ کوم مهال چې‬
‫په هغې ټولنه کې د هغوی تر ټولو شقي‪ ،‬بدمرغه او ناوړه وګړي لوړ شول او لوړو او اوچتو‬
‫پوړیو ته ورسېدل‪،‬راپاڅیدل او واکمن شول(اذا انبعث اشقیها )‪ ،‬هر مهال چې په باغ او بڼ‬
‫کې‪ ،‬هرزه او بېکاره واښه او ګياه لېرې او له منځه یوړل نه شي او په تل پاتې توګه له آفت‬
‫لېرې کولو او اصالح او تزکيي سره ګالنو او ګټورو بوټو ته ځمکه برابره نه شي‪،‬ډېر ژر د‬
‫اصیلو ګالنو او ګټورو بوټو له ضایع کېدلو او فاسېدېدلو سره ټول باغ او بڼ په داسې ګیاه تون‬
‫او ځنګل بدلېږي چې ناوړه او هرزه وګړي به اوچت ترین د هغوي وي‪« .‬اذانبعث اشقیها»‪.‬‬
‫«انبعاث» د «بَ َعثَ» فعل د انفعال باب دی چې د حالت منل‪ ،‬چمتووالی او هڅول کېدل‬
‫څرګندوي‪ .‬آفت او ناروغي او مېکروب په هر ځای کې شتون لري‪ .‬دا الزمي شرط هغه وخت‬
‫کافي کېږي چې د کمزورۍ او ذلت او نورو علتونو له المله د منلو او چمتووالي او تسلیم‬
‫حالت هم حاصل شي‪ ،‬په دې موقع کې آفت غلبه کوي او پر موجود برالسی کېږي او غلبه‬
‫کوي‪ .‬عذاب هم دا ډول دی‪ :‬د راز راز عذابونو ډګر او مخه په هره ټولنه کې شتون لري‪ ،‬د‬
‫ها غه انحراف او کږېدنې پر بنسټ چې هره ټولنه يې پیدا کوي‪ ،‬له دغو عذابونو څخه یو چې‬
‫د خلکو کړنو سره نیغه اړیکه لري هڅول کيږي او ويښېږي‪ .‬لکه څنګه چې د والګي ميکروب‬
‫هغه مهال راوېښيږي او پر انسان برالسی کيږي چې انسان په ستړیا‪ ،‬کم خوبۍ‪ ،‬کمزورتیا‪،‬‬
‫عصبي ناراحتۍ او ‪ ...‬اخته شوی وي‪.‬‬
‫یوه ټولنه هم لکه د یو بدن په څېر باید د یرغلګرو مېکروبونو په وړاندې مقاومت او ټینګوالی‬
‫وکړي‪ ،‬سپین ګلوبولونه چې د بدن د نظام ساتونکي دي له پردیو میکروبونو ننوتو سره سم‬
‫هغوی محاصره کوي او له منځه يې وړي او که نه نو مېکروب د خپل ځان په بيړه ناکه ډېرونه‬
‫د انسان ټول جسم نيسې‪ .‬په یوه انساني ټولنه کې چې له ایماني والیت او عمومي کفالت سره‬
‫فرض شوی‪ ،‬د ټولو وګړو وظیفه او دنده ده چې د ارزښتونو د ضد او ناسمیو په وړاندې امر په‬
‫معر وف او له منکر څخه د نهي کولو په توسه مبارزه وکړي او د هغوی د خپرېدلو او عمومیت‬
‫څخه او په توسه يې د ټولنې له نغاړلو او په اصطالح له «انبعاث» څخه مخنېوی وکړي‪ ،‬له‬
‫دې پرته به پرې هغه څه وشي چې د ثمود پر قوم وشول (اذانبعث اشقیها)‪ .‬په کومه ټولنه کې‬
‫چې دا ستره فر یضه وځنډول شي‪ ،‬صالح او کار پوه وګړي ورو ورو په تدریج اړخ ته ټېل وهل‬
‫کېږي او اشرار او شقیان په فرصت لټونې‪ ،‬ځان ښودنې‪ ،‬تملق‪ ،‬چاپلوسۍ‪ ،‬نفاق او ریا او ‪...‬‬
‫ټولې کليدي څوکۍ او پوسټونه خپلوي په خپل واک کې يې نیسي او قبضه پرې کوي چې په‬
‫پای کې د ټولنې پر قسمت او مقدراتو‪ ،‬لنډه دا چې پر هر څه واکمن کېږي‪.‬‬
‫قرآن څومره په غوره توګه د بني اسرائیلو د یو قوم له داستانه نتیجه اخېستنه کوي چې د‬
‫فاسقینو په نسبت يې معروف ته په امر کولو او له منکره د نهي کولو څخه مخنېوی کاوه او په‬
‫عذاب اخته شول او د تاریخ ټولو راتلونکو انسانانو ته یې اعالم او څرګند کړی دی چې‪:‬‬
‫ب [اعراف ‪ ] ۱۲۷‬هغه‬
‫ن عَلَيْهِ ْم اِلَى َيوْ ِم الْقِيَا َمةِ مَنْ يَسُومُ ُهمْ سُو َء ا ْلعَذَا ِ‬
‫وَاِ ْذ تَ َاذَّنَ َربُّكَ لَ َيبْعَثَ َّ‬
‫مهال چې ستا پروردګار اعالم وکړ د قیامت تر ورځې به پر هغوی داسې څوک وګماري او‬
‫برالسی کړي [پر هغوی به واکمن شي] چې تر ټولو بتره سختي پر هغوی وڅکي‪.‬‬
‫او حضرت علي (رض) د رحلت پرمهال څومره غوره وصیت کړی دی‪:‬‬
‫امر په معروف او نهي له منکره مه ترک کوئ چې ددې په پایله کې به اشرار پر تاسو والیت‬
‫وکړي‪،‬هغه مهال دوعاګانې کوئ چې هيڅکله به قبولي هم نه شي(نهج البالغه ـ رساله ‪.) ۴۷‬‬
‫فرمايي‪ :‬سمه ده چې د صالح اوښه یوازې یوه تن ټوټې ټوټې کړه خو الله تعالی هغه ټول قوم‬
‫دې کار ته د هغوی د رضایت ښودلو له المله په مساوي توګه عذاب کړل‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۱۱‬ــ په قرآن کې په دې اړه چې دې اوښې څه ځانګړنې درلودې هيڅ وضاحت نه دی راغلی‪ .‬د‬
‫اعراف سورت په [‪ ۷۳‬آیت (‪ ])۷۳:۷‬کې یوازې په همدغې اشاره بسنه شوې ده چې‪ « :‬دا‬
‫الهي اوښه ده چې ستاسو لپاره په هغې کې آیت او یوه نښه[معجزه] ده‪ ،‬نو پرېږدئ په ځمکه‬
‫کې وڅرېږي او آزار مه ورکوئ»‪ .‬په دې سورت کې هم ددې اوښې « آیت والي» او د هغې د‬
‫اوبو د برخې منلو ته اشاره شوې ده‪ .‬پرته له دې چې دې اوښې څه ځانګړنې درلودې چې یوه‬
‫الهې نښه او عالمت [آیت] ګڼل کېده‪ ،‬هغه څه چې په دې آیت کې په پام کې نيول شوي‪،‬‬
‫ظاهراً ددې قوم آزميښت د نورو حقوقو ته په غاړه اېښوونه او درنښت او د هغوی له ماتولو‬
‫څخه د پرهېز او ځان ساتنې تمرین دی‪ .‬داسې ښکاري چې د اوبو کمښت د هغې خلکو د‬
‫کتنې وړ مسئله ګڼل کېده او د اوبو په ونډو ويشنه‪ ،‬د ضعیفانو پرحقوقو د ځواکمنو او‬
‫زورمندانو له تیري او زیاتي څخه د مخنېوی لپاره یو نظام وو‪ .‬په داسې شرایطو کې‪ ،‬بې ژبې‬
‫اوښه کېدی شي د هغو مظلومانو تمثیل او نماد ګڼل کېده چې ښايي د هغوی ونډه رعایت او‬
‫هذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ ‪ -‬اعراف ‪۷۳‬‬
‫په پام کې ونيول شي ددغې اوښې انتساب او اړیکه ورکول الله ته [ َ‬
‫(‪ )۷۳:۷‬او شمس ‪ ])۱۴:۹۱( ۱۴‬او «آیة الله» ګڼل يې‪ ،‬ددغې نماد او بېلګې چې د حق او‬
‫حقوقو بیانوونکی دی شرافت څرګندوي‪.‬‬
‫‪۱۲‬ــ د اوښ حاللولو ته چې په معمولي او عامه طریقه په اوبو ورکولو او ‪ ..‬چې له غاړې ذبح‬
‫کيږي‪«،‬نَحرْ»ویل کيږي [کوثر ‪ ،])۶:۱۶۲(۶‬خو وحشیانه وژلو او د الس او پښو غوڅولو ته‬
‫«عقر» وايي او د ثمود قوم اوښه عقر کړه‪ .‬د خرما د نخل له بيخه غوڅول هم په همدې کليمه‬
‫بیانوي‪ .‬ددغې نافرمانۍ بڼه او د اوښې د پښو غوڅول چې د خلکو له رضایت وزمه سکوت‬
‫سره د یو بدمرغه تباه کار په توسه سرته ورسېد‪،‬د [قمر ‪[ ،])۱۴:۶۹(۶۹‬اعراف ‪،])۷۷:۷(۷۷‬‬
‫[هود ‪ ،])۱۱:۲۲( ۲۲‬او [شمس ‪])۱۴:۹۱(۱۴‬په سورتونو کې مطالعه کولی شئ‪.‬‬
‫د حضرت علي په حکیمانه وینا کې څرګنده ده چې‪ :‬له دې پرته بله نه ده چې د صالح اوښه یو‬
‫کس ووژله‪ ،‬خو د الله تعالی عذاب پر ټول هغه قوم خپور شو‪ ،‬ځکه ټولو [په خپل سکوت‬
‫عمالً] له دې کار سره رضایت ورکړ‪ .‬سبحان خدای وفرمایل‪[ :‬ټولو] هغه ووژله او پښيمانه‬
‫عمُّوهُ‬
‫شول‪ ۶۶۱[ .‬خطبه ‪ ۶‬بند – اِنَّمَا عَقَرَ نَاقَةَ َثمُودَ رَجُلٌ واحِدٌ فَعَمَّ ُهمُ اللَّهُ بِا ْلعَذَابِ لَمَّا َ‬
‫صبَحُوا نا ِدمِین]‪.‬‬
‫سبْحّانَـهُ فَعَقَرُوها فَاَ ْ‬
‫بِال ِّرضَا‪ ،‬فَقَالَ ُ‬
‫‪۱۷‬ــ د «دَمْدَ َم» کلیمه یوازې یو ځل په قرآن کې راغې ده‪ .‬ویل کېږي چې دمدم [لکه د سلسل‪،‬‬
‫کبکب او ‪ ...‬په څېر ] د «دم» تکرار دی او هغه يې غوسه کېدل‪ ،‬له خاورو سره برابرول او‬
‫نغاړل ګڼلي دي‪ .‬ګواکې «ذنب» چې د ناسم عمل پر آثارو‪ ،‬آغېزو او عوارضو داللت کوي‪،‬‬
‫هغه يې ونغاړل او سیمه يې ورته د یوې زلزلې په توسه له خاورو سره سمه کړه‪.‬‬
‫‪۱۲‬ــ « فَسَوَّاهَا » دهغوی د ودانیو په پرځېدلو او له خاورو سره پر سمېدلو او برابرېدلو داللت‬
‫کوي‪ =[.‬له خاورو سره خاورې شول]‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ )۱‬انبیاء (‪۳۱ / )۶۱‬‬
‫‪ )۶‬بقره (‪۱۱۲ / )۶‬‬
‫‪ )۳‬آل عمران (‪۶۲ / )۳‬‬
‫‪ )۴‬نهج البالغه‪« ،‬قصار کليمې» ‪۷۷‬‬
‫‪ )۱‬آل عمران (‪۳۳ / )۳‬‬
‫‪ )۲‬نباء(‪۱۳ / )۷۲‬‬
‫‪ )۷‬فرقان (‪۲۱ / )۶۱‬‬
‫‪ )۲‬ذاریات(‪۴۲ / )۱۱‬‬
‫‪ )۹‬غاشیه(‪۶۶ / )۲۲‬‬
‫‪ )۱۶‬نباء(‪۲ / )۷۲‬‬
‫‪ )۱۱‬حجر(‪ ۱۹ / )۱۱‬او ق(‪۷ / )۱۶‬‬
‫‪ )۱۶‬نمل(‪ ۲۱ / )۶۷‬او غافر(‪۲۴ / )۴۶‬‬
‫‪ )۱۳‬نازعات (‪۳۶ )۷۹‬‬
‫‪ )۱۴‬رحمان (‪۱۶ )۱۱‬‬
‫‪ )۱۱‬ملک (‪۱۱ )۲۷‬‬
‫‪ )۱۲‬نوح (‪۱۹ )۷۱‬‬
‫‪ )۱۷‬مرسالت (‪۶۱ )۷۷‬‬
‫‪ )۱۲‬عبس (‪۶۲ )۲۶‬‬
‫‪ )۱۹‬طارق (‪۱۱ )۲۲‬‬
‫‪ )۶۶‬حجر(‪۶۹ / )۱۱‬‬
‫‪ )۶۱‬نهج البالغه‪ ۳ ،‬خطبه‬
‫‪ )۶۶‬نحل(‪۱۹ / )۱۲‬‬
‫‪ )۶۳‬علق(‪ ۲ / )۹۲‬او ‪۷‬‬
‫‪ )۶۴‬انعام(‪۲۱ / )۲‬‬
‫‪ )۶۱‬نهج البالغه‪ ۶۶۱ ،‬خطبه‬
‫‪ )۶۲‬نهج البالغه‪ ۴۷ ،‬لیک‬
‫‪ )۶۷‬اعراف(‪۱۲۷ / )۷‬‬

You might also like