Professional Documents
Culture Documents
Acku Risalah Knf13 Daal39 1344 n26 Pushto Title
Acku Risalah Knf13 Daal39 1344 n26 Pushto Title
تلفون٢٣٣٣٠ :
د افغانستان د پادشاھی دولت رسمی خپرونه پته :رسمی جريده کابل افغانستان
پرله پسی ګڼه )(٢۶ ١٣۴۴ھجری شمسی کال چھارشنبه د جوزا )(۵ -۴ګڼه
فھرست
لمړی کتاب
دوھم فصل -د جناياتو د محکمی يا ستری محکمی په امر د جزائی دعوو سورونه.
AC
دريم فصل -د حق العبد د مدعی له خوا د دعوی سورونه.
څلورم فصل -د اشخاصو تالشی اخستنه ،کور ته ننوتل او پلټنه يی ،د شيونو ضبط.
دوھم فصل -محلی کتنی ،د کورونو پلټنه ،په جرم پورې د تړلو شيونو ضبط.
ديارلسم فصل -د نويو دليلونو د رابرسيره کيدو له کبله د تحقيق جاروتنه.
دوھم کتاب
محکمی
دوھم فصل -په ھغو حقوقی مسئلو کښی د جزائی محکمو صالحيت چه د جزائی مسئلو پر -کړه پوری تړلی وی.
دريم فصل -په دعوی باندی غور او د محاکمی په غونډه کښی د اجراءاتو الری چاری.
دريم فصل -ھغه اجراءات چه د جناياتو به مسئلو کښی د غايب تورن په باب عملی کيږی.
دريم کتاب
څلورم کتاب
د حکمونو تنفيذ
پنځم باب :په محکوم بھا مبالغو پوری د مربوطو احکامو تنفيذ.
عمومی احکام
AC
لومړی برخه :ھغه اجراءات چه د پاڼو يا حکمونو د ورکيدو په حالت کښی عملی کيږی.
اوومه برخه :د ھغو قوانينو په باب چه د دی قانون له احکامو سره مغايرت لری.
لومړی فصل
ھغه کسان چه د جزائی دعوو سورولو صالحيت لری د غوښتنی په موجب د دعوی سورولو موارد
لومړۍ ماده -د جزائی دعوی سورولو او تعقيبولو صالحيت يواځی څارنوالی لری ،بل څوک نه شی کوالی چه ھغه سوره
يا تعقيب کاندی مګر د ھغو حاالتو نه پرته چه قانون ښودلی وی.
د جزائی دعوې پريښودنه او ځنډونه بی د ھغو حاالتو نه چه قانون ښودلی وی جواز نه لری.
دوھمه ماده -لوی څارنوال پخپله يا د څارنوالی د يو غړی په الس جزائی دعوی سوروی او د قانون د احکامو مطابق ئی
تعقيبوی.
KU
دريمه ماده -که چری جزائی دعوی د يو جرم د ارتکاب له کبله د خارجی دولتونو د مشرانو يا د افغانستان د دولت په
وړاندی د ھغو د سياسی نمايندګانو خالف راوالړه شوی وی نو د ھغی سورونه د عدليه وزير د ليکلی غوښتنی نه پرته
جواز نلری.
څلورمه ماده -د شوری ،محکمو ،حکومت ،اردو ،او د دولت د ادارو د سپکاوی د جرمونو په باب تحقيق او د جزائی
AC
دعوی سورول او ھر قسم تکل کول د دغو موءسسو او ادارو د واکمنو مقاماتو د ليکلی غوښتنی نه پرته جواز نه لری.
پنځمه ماده -په پورتنی ماده کښی راغلی غوښتنوال د حکم د صادريدلو نه لومړی په ھره مرحله کښی چه وغواړی دعوی
ترک کوالی شی .جزائی دعوی په ترک ساقطيږی .دعوی که د يو نفر تورن په باب ھم ترک کړی شی دا د نورو متھمينو
په باب ھم ترک ګڼل کيږی.
دوھم فصل
شپږمه ماده -که چری د جناياتو محکمه په ھغه دعوی باندی د غور کولو په وخت کښی چه د ھغی په وړاندی دائره ده
تشخيص وکړی چه په يو شمير تورنو کسانو باندی دعوی نه ده سوره شوی يا په دعوی کښی داسی پيښی شته دی چه تور
يی په چا پورې نه دی تړل شوی يا داسی جنايات او جنحه وجود لری چه په تورنو کسانو باندی د پوری شوی تور سره
تړون لری محکمه کوالی شی چه په دغسی کسانو باندی يا د دغسی پيښو او جرمونو له کبله دعوی سوره کاندی او
محکمه کوالی شی چه د دغسی جرمونو او تازه پٻښو په تحقيق الس پوری کړی او د خپلو غړو له منځه يو تن د تحقيق په
اجرا کولو مکلف کاندی.
په دی صورت کښی په تحقيق باندی د موءظف شوی شخص په باب د تحقيق د قاضی ټول احکام تطبيق کيږی ،بيا د
جناياتو محکمه د دی قانون د احکامو مطابق د موضوع د پريکون اقدام کوی.
اوومه ماده -ستره محکمه کولی شی په ھغه اعتراض باندی د غور کولو په وخت کښی چه د يوی الندينۍ محکمی د
فيصلی خالف ورته په دوھم ځل وړاندی شوی وی د جزائی دعوی د سورولو په په باب د پورتنۍ مادی مطابق اقدام
وکړی.
اتمه ماده -که چری په ستره محکمه يا د جناياتو په محکمه کښی په يو موضوع باندی د غور کولو په وخت کښی داسی
جرم پيښ شی چه د دغوی په جريان ،د محکمی په اوامرو يا حيثيت او احترام کښی خلل واچوی يا د محکمی په قضاوت
يا د شاھدانو پر شاھدۍ تاثير وکړی دغه محکمې کوالی شی چه د دی قانون د شپږمی مادی په حکم برابر د جزائی دعوی
د سورولو اقدام وکړی.
دريم فصل
نھمه ماده -د حق العبد مدعی کوالی شی چه د قباحتونو او جنحو په باب پخپله د تورن خالف د دی قانون د -٢١٠ -٢٠٩
٢١١مادو د احکامو له مراعات سره سره دعوی سوره کاندی مګر ھله نه چه:
اول :د دعوی په عدم سمع باندی غوټ پريکړی حکم صادر شوی وی.
AC
دوھم :دعوی د دولت د يو مامور ،يا مستخدم او يا د قضائی ضبط د يو مامور خالف وی او د داسی جرم نه راوالړه شوی
وی چه د وظيفی د په ځای کولو وخت يا ئی د وظيفی په سبب د ده له خوا ارتکاب شوی وی.
څلورم فصل
لسمه ماده -جزائی دعوی د تورن په مرګ ساقطيږی ،که چيری تورن په دعوی باندی د غور په دوران کښی مړ وی ،دا
مړينه د ھغو شيونو د مصادره کولو د حکم نه مانع کيږی چه جوړول ،په کارول ،ساتل ،پلورل او د خرڅالو بازار ته
ويستل ئی په خپله جرم ګاڼه شی.
يولسمه ماده -که چری جزائی دعوی په جنائی موادو کښی د پٻښی له نيټی نه تر لسو کلونو ،د جنحی په موادو کښی د
پٻښی له نيټی نه تر درو کلونو او د قباحت په موادو کښی د پٻښی له نيټی نه تر يو کال پوری تعقيب نه کړی شی ساقطيږی
مګر ھله نه چه قانون ئی په عکس تصريح کړی وی.
دولسمه ماده -د ھغو مواردو نه پرته چه قانون په صراحت حکم کړی وی ھيڅ سبب د ھغی مودی په امتداد کښی خلل نه
شی پريويستلی چه د جزائی دعوی د سقوط دپاره ټاکل شوی ده.
ديارلسمه ماده -د جزائی دعوی د سقوط موده د تحقيق ،پوښتيدلو ،محاکمی او د دليلونو په ټولونه قطع کيږی خو په دی
شرط چه دغه اجراءات د تورن به مخکښی شوی يا ورته په رسمی صورت ابالغ شوی وی دغه موده د قطع کيدو له
ورځی څخه سمدستی بيا شروع کيږی.
که چيری د دعوی د سقوط د مودې جريان څو واری قطع شوی وی نو بيا د قطع کيدو د وروستی ورځی له نيټی څخه
شروع کيږی.
څوارلسمه ماده -د تورنو د تعدد په صورت کې د يو په باب د دعوی د سقوط د مودی قطع کيدنه د نورو به باب ھم
حسابيږی که څه ھم د دعوی د سقوط د مودې د قطع کيدو اجراءات د دوی خالف نه وی شوی.
دوھم باب
KU د داليلو ټولونه او د دعوی سورونه
لومړی فصل
د عدل وزير د مربوط آمر په موافقه يو شمير مامورينو ته د ھغو جرائمو په باب چه د دوی د ماموريت په ونډ کښی واقع
کيږی او د دوی په وظيفو پوری تړون لری د قضائی ضبط د مامورينو حيثيت ورکولی شی.
شپاړسمه ماده -د قضائي ضبط مامورين په دی وظيفه پوری د تړلو چارو د اجراء کولو په باب د لوی څارنوال د امرونو
تابع دی .څارنوال کولی شی يو واکمن مقام د دی وظيفی په اجرا کښی د ھغه پر غلطۍ او بې پروائی په موضوع باندی د
غور کولو دپاره موظف کاندی چه د قضائی ضبط د يو مامور له خوا واقع کيږی .ھمدغه شان دی د دغه مامور خالف د
تاديبی دعوی د سورولو غوښتنه کولی شی .دا ټول اجراءات د جزايی دعوی د سورولو مخه نه نيسی.
اوولسمه ماده -د قضائی ضبط مامورين د جرمونو او د ھغو د مرتکبينو د موندلو او د ھغو دليلونو د راټولولو په باب د
جرم د تحقيق او د جزائی دعوی د سورولو دپاره الزم دی اقدام کوی.
اتلسمه ماده -د قضائی ضبط مامورين مکلف دی چه جزائی اطالعيی او په جرمونو پورې مربوطی استغاثی واخلی او
ډيرې زر ئی څارنوال ته وليږی .دغه شان د قضائی ضبط مامورين او د ھغو نه الندی کسان مکلف دی چه ټول ضروری
توضيحات الس ته راولی او ھغه کتنی وکاندی چه دوی ته په اطالعاتو کښی د رسيدلو يا د ھغو پيښو د تحقيق پھکار کښی
چه دوی ته ابالغيږی آسانتيا راولی.
دوی په دې ھم مکلف دی چه د جرمونو د نښو نښانو د ساتلو دپاره الزم ترتيبات ونيسی.
نولسمه ماده -د قضائی ضبط مامورين د داليلو د راغونډولو په دوران کښې اختيار لری چه د جزائی پيښو او د ھغو د
مرتکبينو په باب د معلوماتو د خاوندانو بيانونه واوری او د ھغو په باب له تورنو کسانو څخه پوښتنی وکړی.
دغه شان د قضائی ضبط مامورين کولی شی چه د طبيبانو او نورو پوھانو څخه کومک وغواړی او د ھغوی رائی په ژبه
يا په قلم حاصلې کړی.
شلمه ماده :د قضائی ضبط مامورين مکلف دی چه خپل اجراآت د وخت او ځای د ښودلو سره وليکی ،امضائی کړی او د
KU
تحقيق په محضر کښی ئی ثبت کاندی .دغه شان ضروری ده چه په محضر کښی پوھان او ھغه شاھدان چه شھادت ئی
ويلی دی امضأ وکړی.
دا محضرونه ،ټولې پاڼی او ضبط شوی شيونه څارنوال ته ليږل کيږی.
يويشتمه ماده -د قضائی ضبط مامورين کولی شی چه د وظيفی د اجراء په حالت کښی مستقيما ً د امنيه قوې نه کومک
وغواړی او د امنيه قوی واکداران مکلف دی چه دغه غوښتنه په ځای کړی.
AC
دوه ويشتمه ماده-ھر څوک چه د يو داسی جرم په کيدو خبر شی چه څارنوال د ھغه په اثر بی له درخواسته د جزائی
دعوی د سورولو حق لری سمدستی څارنوال يا تر ټولو نژدی د پوليسو اداری ته خبر ورکولی شی.
درويشتمه ماده :ھر څوک چه د يو جرم په اثر د تاوان د جبيری دعوی لری په ھغه عريضه کښی چه د قضائی ضبط يو
مامور ته ئی وړاندی کوی خپل ځان د حق العبد د مدعی په حيث معرفی کولی شی.
څليرويشتمه ماده -که چری عارض په خپله عريضه کښی د حق العبد دعوی نه وی کړی نو عريضه يوه جزائی اطالع
ګڼل کيږی ،څو پورې چه مدعی په عريضه کښی يا د عريضی له وړاندی کولو نه وروسته په يوه بله پاڼه کښی يا په يو
شان له شانونو د تاوان د جبيره کولو غوښتنه نه وی څرګنده کړی د حق العبد مدعی نه ګڼل کيږی.
دوھم فصل
مشھود جرم
پنځويشتمه ماده -جرم د ارتکاب په حالت کښی يا له ھغه نه لږ وروسته مشھود بلل کيږی.
جرم په دی مواردو کښی مشھود ګڼل کيږی:
الف :په ھغه صورت کښی چه مرتکب سمدستی د جرم له پيښيدو وروسته د مجنی عليه يا خلکو له خوا تعقيب شی.
ب :په ھغه صورت کښی چه د تورن څخه وسله يا داسی څيزونه او نښی نښانی الس ته راوستلی شی چه د ده له خوا د
جرم په ارتکاب يا په جرم کښی د ده په ګډون داللت وکړی.
شپږويشتمه ماده :د دی دپاره چه د قضائی ضبط مامور له ھغه صالحيت څخه چه قانون د مشھود جرم د تحقيق په باب ده
ته ورکړی دی استفاده وکړای شی دا ضروری ده چه ده به جرم په پورتنۍ ماده کښی د ذکر شويو حالتونو له جملې څخه
په يوه حالت کښی پخپله ليدلی وی.
اووه ويشتمه ماده :که چرې مشھود جرم جنايت يا جنحه وی نو د قضائی ضبط مامور مکلف دی چه پخپله د پيښی ځای
ته الړ شی او د پٻښی نښې نښانی وګوری او وئی ساتی ،د اشخاصو او ځايونو وضع او ھر ھغه څه چه د حقيقت په موندلو
کښی تاثير لری تثبيت کړی او د ھغو خلکو خبری چه د پٻښی يا د پٻښی د مرتکب په باب د توضيحاتو اخستلو تصور
KU
کيدی واوری ،د قضائی ضبط مامور مکلف دی چه د پٻښی ځای ته د خپل تګ خبر ډير زر څارنوال ته ورکاندی.
اته ويشتمه ماده :په مشھود جرمونو کښی د قضائی ضبط مامور دا کولی شی چه د رسيدو سره سم د پٻښی په ځای کښی
حاضر کسان د رپوټ ليکلو تر تماميدو پورې له دغه ځايه څخه د تللو نه منع کړی او دا ھم کولی شی چه د کومو خلکو نه
د پٻښی په باب د توضيحاتو اخستل ممکن وی ھغوی سمدستی راوغواړی.
نه ويشتمه ماده :که چری د حاضرو کسانو له جملې څخه يو کس د قضائی ضبط د مامور له داسی امره څخه چه د
AC
پورتنۍ مادی مطابق صادر شوی وی غاړه وغړوی او يا د پٻښی ځای ته د راتلو نه ځان څنګ کړی دا خبره په رپوټ
کښی ليکله کيږی او څنګوال )متخلف( د بند په يوه داسی جزا چه موده به ئی له يوی ھفتی زياته نه وی او په نقدی جريمی
چه اندازه به ئی له سلو افغانيو زياته نه وی او يا د دغو دواړو له جملې څخه په يوه جزا محکوميږی .دا حکم د ابتدائيه
محکمی له خوا د قضائی ضبط د مامور د ليکلی رپوټ له مخه صادريږی.
دريم فصل
د تورن نيونه
ديرشمه ماده :که چری د قضائی ضبط له مامور سره د حاضر تورن د تور په باب کافی دليلونه موجود وی نو په دې
الندنيو مواردو کښی د ده د نيولو امر صادرولی شی:
يوديرشمه ماده -که چری تورن په پورتنو حاالتو کښی حاضر نه وی د قضائی ضبط مامور کولی شی چه د ده د نيولو
امر صادر او دا خبره په رپوټ کښی وليکی.
دغسی امر د شپږو مياشتو له تيريدو وروسته نه چليږی مګر ھله چليږی چه د قضائی ضبط مامور ئی د يوی بلې مودی
دپاره اوږد کاندی.
دوه ديرشمه ماده -د قضائی ضبط مامور مکلف دی چه ډير زر د نيول شوی تورن بيان واوری ،که چيری تورن د خپلی
بيګناھی سببونه ونه ښودلی شی نو دی په څليرويشتو ساعتونو کښی مربوطی څارنوالۍ ته ليږل کيږی ،څارنوالی مکلفه ده
چه په اتو څلويښتو ساعتونو کښی دی وګړوی ،بيا وروسته د حالت د څرنګوالی له مخه يا دی خوشی کوی او يا ئی د
توقيف دپاره د مربوطې ابتدائيه محکمی نه د اجازی اخستلو اقدام کوی.
KU
دری دريرشمه ماده -ھر څوک دا کولی شی چه يو څوک د جنايت يا جنحی په ارتکاب باندی د ليدلو په صورت کښی بې
له دې چه د ده د نيولو امر حاصل کړی د امنيه قوې تر ټولو نزدی اداری ته وسپاری.
څلورديرشمه ماده -امنيه افراد په مشھود جرمونو کښی کولی شی چه تورن راولی او تر ټولو نزدی د قضائی ضبط مامور
ته ئی وسپاری دغه ډول دا صالحيت له دغه حالت څخه پرته ھم لری خو دا په دی شرط چه جرم جنايت يا جنحه وی او د
تورن د شخصيت پيژندنه ممکنه نه شی.
AC
پنځه ديرشمه ماده -د بنيادم نيونه جواز نه لری مګر د ھغه مقام په امر چه قانون ورته صالحيت ورکړی وی د تورن
توقيف د مربوطی ابتدائيه محکمی د قاضی په امر کيږی.
څلورم فصل
د اشخاصو تالشی اخستنه ،کور ته ننوتل او پلټنه ئی ،د شيونو ضبط
شپږديرشمه ماده -په ھغو حاالتو کښی چه د تورن نيول جواز لری د قضائی ضبط مامور دا کولی شی چی دی تالشی
کړی.
اووه ديرشمه ماده -که چيری تورن ښځه وی د ھغی تالشی ھم د ھغی ښځی په الس کيږی چه د قضائی ضبط د مامور له
خوا ورته وظيفه ورکړ شوی وی.
اته ديرشمه ماده -امنيه افراد شخصی کورونو ته د ننوتلو حق نه لری مګر ھله چه د کاله ھستوږن يا د مربوطی محکمی
قاضی ورته اجازه ورکړی او يا دا چه د کاله د داخل له پلوه تری کومک وغوښتنی شی ،يا اور لګيدلی وی ،يا زلزله يا
سيالب او يا د دې امثال پٻښ وی.
نه ديرشمه ماده -د قضائی ضبط مامور د مشھود د جرم په حالت کښی جنايت وی که جنحه د تورن کور ته په پورتنی
ماده کښی د راغلو شرطونو له مراعاته پرته ننوتلی او ھغه لټولی شی او ھغه شيونه او پاڼی چه د قضائی ضبط مامور ته د
حقيقت موندلو دپاره د ھغو نښو نښانو له مخی چه پکښی دی مفيد ښکاره شی اخستالی شی.
د مشھود جرم په حالت کښی د څارنوالی غړی کاله ته د ننوتلو او لټولو نه پس په يوه مياشت کښی دننه د دغه اقدام د
صحت په باب د ابتدائيه قاضی حکم حاصلوی.
څلويښتمه ماده -که چيری د تورن د تفتيش په ضمن کښی د ھغه چا خالف چه په دغه کور کښی موجود وی د دې خبری
قوی عالمې پيدا شی چه ده له ځانه سره داسی څه پټ کړی دی چه د حقيقت په موندلو کښی فايده لری د قضائی ضبط
مامور د ده د تفتيش اقدام کولی شی.
KU
يوڅلويښتمه ماده -د کور پلټنه يواځې په ھغه جرم پورې د مختصو شيونو د لټولو دپاره جواز لری چه د ھغه تحقيق يا ئی
د نښو نښانو او دليلونو د راغونډولو کار جاری وی.
ھن! که چيری مفتش د پلټنی په دوران کښی په داسی شيونو پٻښ شی چه ساتل ئی جرم ګڼل کيږی ،يا دغه شيونه د يو بل
جرم په موندلو کښی تاثير لری د قضائی ضبط مامور دغه شيونه اخستالی شی.
AC
دوه څلويښتمه ماده -د کور پلټنه حتی االمکان د تورن يا د ھغه د قايم مقام په مخکښی کيږی.
که چری د تورن يا د ھغه د قائم مقام حضور ممکن نه وی نو د کور پلټنه د دوه تنو شاھدانو په مخکښی کيږی او تر ممکن
حده پورې په کار دی چه شاھدان د تورن خپلوان ،يا د تورن سره د يوه کاله ھستوږن او يا ګاونډيان وی د دی موضوع
جريان په رپوټ کښی ثبتيږی.
دری څلويښتمه ماده -که چری د تورن په کاله کښی مھر شوی يا په بل ترتيب سر تړلی پاڼی وليدلی شی قضائی مامور
ھغه نه شی بيرته کوالی.
څلورڅلويښتمه ماده -د قضائی ضبط مامور ھغه ځايونه چه پکښی د حقيقت د موندلو دپاره فايده منی نښی نښانی يا شيونه
وی مھر و الک کولی او پری څوکيدار ودرولی شی .د قضائی ضبط مامور مکلف دی چه د دی خبری اطالع سمدستی
څارنوال ته ورکاندی که چری څارنوال دا اقدام الزم وګڼی نو موضوع د مربوطی ابتدائيه محکمی قاضی ته وړاندی کوی
او اجازه تری غواړی.
پنځه څلويښتمه ماده -د عقار ذواليد کولی شی چه د قاضی د امر خالف شکايت وکړی -دا شکايت څارنوالی ته سپارل
کيږی او څارنوالی مکلفه ده چه ھغه ډير زر قاضی ته وړاندی کړی ،قاضی کولی شی چه په خپل امر باندی له نوی سره
غور وکاندی.
شپږڅلويښتمه ماده -د قضائی ضبط مامور کولی شی چه وسله ،سامان ،پاڼی او ټول ھغه شيونه چه د جرم په ارتکاب
کښی ئی د استعمال احتمال موجود وی او يا د جرم د ارتکاب د نتيجی په حيث موجود شوی وی او يا د جرم د پيښيدو
ھدف شوی وی او ھمدغه شان ټول ھغه شيونه چه د حقيقت په موندلو کښی مرسته کوی واخلی.
دا قسم ټول شيونه د تورن له نظره تيرول کيږی او د ھغو په باب د ده نظريه غوښتله شی ،موضوع په رپوټ کښی ثبتيږی
او پری د تورن امضاء اخستله شی .که چری تورن د امضاء کولو نه انکار وکړی دا خبره په پاڼو کښی ذکر کيږی.
اووه څلويښتمه ماده -ټول اخستل شوی شيونه او پاڼی په يوه سر تړلې کڅوړه کښی اچول کيږی او که کيدی شول نو مزی
تر چاپريږی او مھر و الک کيږی .د مزی د پاسه د مھر دننه د اخستنی نيټه او موجبه اسباب ليکل کيږی.
KU
اته څلويښتمه ماده -د پورتنۍ مادې مطابق د لګول شوی مھر و الک ماتول جواز نه لری مګر د تورن يا د ھغه د وکيل په
حضور يا دعوت او يا د ھغه شخص په حضور يا دعوت چه دغه شيونه له ھغه څخه الس ته راوستل شوی وی.
نه څلويښتمه ماده -څوک چه د پلټنی په وسيله د پاڼو له مضمون يا له شيونو څخه خبر شی او ھغه بل چاته فاش کاندی او
يا په يو شان له شانونو تری استفاده وکړی د قانون د احکامو مطابق ورته جزا ورکول کيږی.
پنځوسمه ماده -که چيرې څوک ھغو پاڼو ته چه له ده څخه اخستل شوی دی فوری او سمالسی اړتيا ولری نو د ھغو يو
AC
پنځم فصل
يوپنځوسمه ماده -که چيری څارنوالۍ په يوه موضوع کښی د دعوی سورونه الزمه ونه ګنی د پاڼو د حفظيدلو امر
ورکوی.
څارنوالی چه د پاڼو د حفظ امر ورکړی په دی خبره مجنی عليه او د حق العبد مدعی خبروی.
که چيری مجنی عليه يا د حق العبد مدعی مړ وی نو خبره د ده په ھستوږن ځای کښې د ده ورثه وءته ورکول کيږی.
دوه پنځوسمه ماده -که چيری څارنوال د جنحو او قباحتونو په مواردو کښی د دعوی سورولو دپاره د دليلونو له مخه الر
اواره ووينی نو تورن مربوطی ابتدائيه محکمی ته په حاضريدلو مکلفوی.
څارنوالی کولی شی چه د جنايتونو او جنحو په مواردو کښی د دی قانون د څلور پنځوسمی مادی او ورپسی مادو په حکم
برابر پخپله د تحقيق په کولو الس پوری کړی او يا د دی قانون د يو سل اويايمی مادی په حکم برابر د تحقيق دپاره د يو
تن قاضی د ټاکلو غوښتنه وکړی.
دری پنځوسمه ماده -د ھغه جرم نه د راپورته شوی جزائی دعوی سورونه او تعقيب چه د وظيفی د اجرا په وخت کښی يا
د وظيفی د اجرا په علت ئې د دولت د مامورينو او مستخدمينو له خوا ارتکاب شوی دی يواځی د لوی څارنوال ،د ھغه د
مرستيال او څارنپال له خوا کيدلی شی.
دريم باب
لومړی فصل
KU
د تحقيق اجراء ،په تحقيق کښی د حق العبد د مدعی او د حق العبد د مسئول مداخله
څلورپنځوسمه ماده -څارنوالی د دې قانون د پنځه پنځوسمی مادی نه تر يو سل و دری څلويښتمی مادې پورې احکامو
مطابق د جناياتو او جنحو په باب د تحقيق د اجراء اقدام کوی.
پنځه پنځوسمه ماده -که چيری د څارنوالی يو غړی پخپله د تحقيق په کولو بوخت وی کولی شی چه د قضائي ضبط ھر
AC
مامور د يوی معينی وظيفی يا په تحقيق پوری د تورن د استنطاق نه پرته د مربوطو وظيفو په اجرا موظف کاندی.
څوک چه په دغسی وظيفی ماموريږی پخپله معينه وظيفه کښی د څارنوالی د غړی صالحيت لری.
شپږپنځوسمه ماده -کله چه د څارنوالی غړی يو بل شخص د يو سلسله تحقيقاتو په اجراء موظفوی مکلف دی چه ټولی
ھغه مسئلی د کومو تحقيق چه الزم دی او ھم ټول ھغه اجراءات چه دغه شخص ئی په کولو مکلف دی څرګند او بيان
کاندی.
دغه موظف شخص د وخت تيريدو د انديښنی له کبله کولی شی د تورن د تحقيق او استنطاق په باب د ھر قسم اجراءاتو
کولو ته اقدام وکړی خو په دی شرط چه دغه اجراءات د ده په وظيفه او د حقيقت په موندلو پورې ربط ولری.
اوه پنځوسمه ماده -که چيری د څارنوالی غړی د حاالتو د ضرورت له مخی د خپل صالحيت د کرښی نه بھر اجراءاتو
ته اړ شی کولی شی چه د څارنوالی يو بل داسی غړی چه دغه اجراءات د ھغه د صالحيت په کرښی کښی دننه وی
موظف کړی چه پخپله د ھغو د اجراء دپاره اقدام وکړی په دی شرط چه د تحقيق د جريان له مخی د ھغو اجراء ضروری
وی.
اته پنځوسمه ماده -د څارنوالی غړی د تحقيق په ټولو اجراءاتو کښی يو تن کاتب له ځانه سره اخلی او دغه کاتب له ده
سره امضأ کوی محضرونه ،امرونه او ټولې مربوطې پاڼی د تحريراتو په دفتر کښی قيديږی.
نه پنځسمه ماده -د تحقيق ټول اجراءات او حاصلی شوی نتيجې اسرار ګڼل کيږی او د څارنوالی غړی ،د دوی معاونان
لکه کاتبان ،اھل خبره او ټول ھغه کسان چه د تحقيق د اجراء سره تماس لری يا د کار او وظيفی له مخه تحقيق ته
حاضريږی په دی مکلف دی چه د ھغو له فاش کولو نه ځان وساتی پل غلط ته د قانون مطابق جزا ورکول کيږی.
شپيتمه ماده -چاته چه له يوه جرمه تاوان واوړی د تحقيق په دوران کښی خپله حق العبدی ادعا وړاندی کولی شی.
څارنوال زيات نه زيات د ادعاء له وړاندی کولو نه وروسته په پنځو ورځو کښی دننه دننه د ھغی د منلو په باب خپل
تصميم نيسی.
يوشپيتمه ماده -تورن ،مجنی عليه ،د حق العبد مدعی ،د حق العبد مسئول او د دوی وکيالن ھر يو دا کولی شی چه د
تحقيق په ټولو اجراءاتو کښی حاضر شی .څارنوالی که د حقيقت موندلو دپاره مناسب وګڼی د دوی پشی شا د تحقيق د اجرا
کولو اقدام کولی شی ،د دی ضرورت له رفع کيدلو نه پس د تحقيق په جريان باندی د دوی خبرول باک نه لری .په ھر
KU
حال څارنوالی د دی صالحيت لری چه په مستعجلو حاالتو کښی د تحقيق يو څه اجراءات د خصومو پشی شا وکاندی او
خصوم حق لری چه د دغسی اجراءاتو د پاڼو د کتلو غوښتنه وکړی .خصوم حق لری چه د تحقيق په جريان کښی خپل
وکيالن د ځان سره ولری.
دوه شپيتمه ماده -څارنوالی د تحقيق د شروع کيدو د ورځی او د تحقيق د اجرا کيدو د ځای خبر مخکښی له مخکښی
AC
خصومو ته ورکوی.
دری شپيتمه ماده -تورن ،مجنی عليه ،د حق العبد مدعی او د حق العبد مسئول کولی شی چه د تحقيق په جريان پورې د
ھر قسم مربوطو پاڼو يو يو نقل په خپل لګښت وغواړی .مګر ھله نه ،چه تحقيق د دوی پشی شا د ھغه قرار مطابق چه
قانونا ً صادر شوی وی اجرا شوی وی.
دوھم فصل
محلی کتنی -د کورونو پلټنه -په جرم پورې د تړلو شيونو ضبط
څلورشپيتمه ماده -د څارنوالی غړی په مشھود د جنايت باندی د خبرديو سره سمدستی مکلف دی چه ډير زر د پٻښی ځای
ته الړ شی .د څارنوالی غړی کولی شی ھر ځای ته چه وغواړی د ځايونو ،شيونو ،اشخاصو ،د جرم د ضروری شکل او
د ھر شی د وضعی د تثبيت دپاره چه د وضعی تثبيت ئی الزم وی الړ شی.
پنځه شپيتمه ماده -د څارنوالی غړی کولی شی چه د جنايت او جنحی تورن ولټوی او دغه شان ھر کله چه په قوی عالمو
او نښو نښانو ده ته څرګنده شی چه يو بل سړی د ځانه سره داسی څه پټ کړی دی چه د حقيقت په موندلو کښی فايده لری
دی کولی شی چه دغه سړی ولټوی د پلټنی په وخت کښی د دی قانون د اووه ديرشمی مادی د حکم مراعات کيږی.
شپږشپيتمه ماده -د کورونو پلټنه د تحقيق د اجراءاتو برخه ده او اجراءئی يواځی ھغه وخت جواز لری چه تور د جنايت
او جنحی د ارتکاب يا ګډون نه راپورته شوی وی او ھغه سړی ته چه په دغه کور کښی اوسی منسوب وی او پلټنه ئی
الزمه وی يا دا چه داسی نښی نښانی موجودی وی چه دا ښئی چه د کور اوسيدونکی په جرم پورې مربوط شيونه له ځانه
سره ساتلی دی.
اووه شپيتمه ماده -پلټنه حتی االمکان د تورن يا د ھغه د قائم مقام په مخکښی اجرا کيږی.
اته شپيتمه ماده -د څارنوالی غړی کوالی شی چه د ابتدائيه قاضی نه له اجازی اخستلو وروسته ټول مکتوبونه او ھر قسم
پستی مراسالت د پست په اداره کښی او ھر قسم ټيلګرامونه مربوطه اداره کښی وځنډوی او ھر قسم سيمی او بيسيمه
مرکې کنټرول کاندی خو په دی شرط چه په تورن او د تحقيق الندی جرم پوری ربط ولری او د اجراء نه يی د حقيقت په
KU
موندلو کښی فايده متصوره وی .دا اجراءات په عاجلو حاالتو کښی د ابتدائيه قاضی له اجازی پرته کيدی شی خو د اجراء
نه پس په ديرشو ورځو کښی دننه دننه بايد د دغو اجراءاتو د صحبت په باب د محکمی حکم واخستی شی.
نه شپيتمه ماده -د څارنوالی غړی حق نه لری چه ھغه پاڼی او سندونه چه تورن ئی مدافع وکيل يا يو بل اھل خبره ته د
مشوری دپاره سپاری يا ھغه مراسالت چه د اھل خبره او تورن منځکښی رد و بدل کيږی واخلی.
AC
اويايمه ماده -د څارنوالی غړی اخستل شوی پاڼی يواځی او حتی االمکان د تورن په مخکښی ګوری او خپل نظريات د
ھغو په باب څرګندوی.
که چری ضروری وګڼل شی د څارنوالی غړی کولی شی چه يو مامور د دغو پاڼو په ساتنه موءظف کاندی دغه شان دی
کولی شی چه که الزمه وګڼی د پٻښی سره د پاڼو د يو ځای کولو يا خپل خاوند يا مرسل ته ئی د سپارلو امر وکاندی.
يواويايمه ماده -د ھغو شيونو په باب چه د څارنوالی له پلوه اخستل کيږی د دې قانون دا اووه څلويښتمی مادی حکم
تطبيقږی.
دوه اويايمه ماده -د څارنوالی غړی کولی شی د ھغه شی خاوند ته چه اخستل يا پری ځان خبرول الزم وګڼی امر وکړی
چه ھغه څارنوالی ته تقديم کاندی.
د دې امر پل غلطانو ته له ھغو کسانو پرته چه قانون ورته په يو شان له شانونو د شاھدۍ ويلو نه د ډډی کولو حق ورکړی
وی د دی قانون د دوه سوه پنځه ديرشمی مادی مطابق جزا ورکوله کيږی.
دری اويايمه ماده -اخستل شوی اصل مکتوبونه او ټلګرامونه او يا ئی نقلونه ډير زر تورن يا د ھغو مرسل اليه ته ليږل
کيږی مګر ھله نه چه د تحقيق جريان ته تری ضرر متصور وی.
دريم فصل
څلوراويايمه ماده -د څارنوالی غړی د ھغو شاھدانو شاھدی چه خصوم ئی د اوريدو غوښتنه کوی که چری د ھغو اوريدنه
مفيده وګڼی اوری.
د څارنوالی غړی کولی شی چه د ھغو شاھدانو شاھدی واوری چه شھادت ئی د ھغو پٻښو په باب فايده من وی چه جرم
ثابتوی يا د جرم اثبات ،يا په جرم پوری د مربوطو اوضاعو يا تورن ته د جرم نسبت يا د جرم نه د ھغه برائت ته
منجريږی.
KU
پنځه اويايمه ماده -د څارنوالی غړی کولی شی چه څوک په خپله رضا د شاھدۍ ويلو دپاره حاضريږی د ھغه شاھدی
واوری.
شپږاويايمه ماده -ھغه شاھدان چه د څارنوالی غړی د ھغو د شھادت اوريدلو حکم کوی د امنيه افرادو په الس جلبيږی او
راوستل کيږی.
AC
اووه اويايمه ماده -د څارنوالی غړی له ھر نفر نه د نامه ،لقب ،عمر کسب ،ھستوږن ځای او له تورن سره د رابطی د
بيانولو غوښتنه کوی ،دا ټولی خبری د تحقيق په محضر کښی درج کيږی.
اته اويايمه ماده -په شاھدانو او شاھدۍ پوری مختص اظھارات ليکل کيږی او بی له زيات و کمه او د ټکو د وھلو او
توږلو د تحقيق په محضرونو کښی ثبتيږی او څو پوری چه د څارنوالی د غړی او د ھغه د کاتب له خوا تصديق نه شی د
اعتبار وړ نه ګڼل کيږی.
دغه شان شاھد پس له دی چه شاھدی د ده په مخکښی ولوسته شوه او ده تائيد کړه نو امضاء به پری کوی.
که چری شاھد د شھادت د امضاء يا مھرولو نه انکار وکړی يا ئی امکان موجود نه وی موضوع د ھغی د موجبه اسبابو
سره په محضر کښی ثبتيږی.
د څارنوالی غړی او کاتب د ھر څه نه اول ھره پاڼه د نښه کولو په غرض امضاء کوی.
نه اويايمه ماده -د څارنوالی غړی د ھر شاھد شاھدی يواځی او په ځانګړی صورت اوری د څارنوالی غړی کولی شی
چه ځينی شاھدان د ځينو نورو سره او يا له تورن سره مخامخ کاندی.
اتيايمه ماده -خصوم د شاھد د بياناتو د اوريدنی په دوران کښی کوالی شی چه په دغه باب خپل مالحظات څرګند کړی-
دوی به د څارنوالی له غړی غوښتنه کوالی شی چه شاھدی له ھغه بل نقطه نظره څخه چه د دوی له خوا پيشنھاديږی
واوری.
د څارنوالی غړی په ټولو حاالتو کښی صالحيت لری چه د ھری داسی پوښتنی د مخکښی کولو مخه ونيسی چه په دعوی
پوری تعلق نه لری او يا ئی الفاظ په با چا پوری نښلی.
يواتيايمه ماده -د شاھدانو په باب د دی قانون د دوه سوه څلورديرشمی ،دوه سوه شپږديرشمی ،دوه سوه اووه ديرشمی ،دوه
سوه اته ديرشمی او دوه سوه نه ديرشمی مادی حکمونه تطبيقيږی.
دوه اتيايمه ماده -ھر څوک چه د شھادت د ويلو دپاره څارنوالی ته جلب شی ،په کار دی چه د ليکلی جلب په اساس
KU
حاضر شی .که چری داسی ونه کړی نو په يوه نقدی جزا چه مبلغ ئی له زرو افغانيو زيات نه وی محکوميدلی شی ،او يا د
څارنوالی غړی کوالی شی چه د ھغه د جلب يا احضار امر د ده په خپل لګښت صادر کړی او يا ئی تحت الحفظ د راليږلو
امر صادر کاندی.
دری اتيايمه ماده -کله چه شاھد څارنوالی ته حاضر شی او بی له ھغو حاالتو چه قانون اجازه ورکړی وی د شاھدۍ ويلو
نه انکار وکړی په جنايتونو او جنحو کښی د حبس په يوه موده چه ميعاد ئی له دوو مياشتو زيات نه وی او يا د نقدی
AC
جريمی په ورکولو چه مبلغ ئی له څلورو زرو افغانيو زيات نه وی محکوميدلی شی.
څلور اتيايمه ماده -که چری شاھد د ناروغی له کبله يا بل قانونی عذر له مخه د تحقيق ځای ته حاضر نه شی شاھدی ئی
په ھستوږن ځان کښی اوريدل کيږی.
که چری د څارنوالی غړی پخپله د شاھدۍ اوريدلو دپاره د شاھد ځای ته الړ شی او د ھغه د عذر غلطی څرګنده شی دغه
شاھد د حبس په يوه داسی موده چه ميعاد يی له يوی مياشتی زيات نه وی او يا په داسی نقدی جريمه چه مبلغ ئی له دوه
زرو افغانيو زيات نه وی محکوميدلی شی.
پنځه اتيايمه ماده -د ھغه شاھد دپاره چه څارنوالی ته د حاضريدلو نه ئی انکار کړی وی يا د ھغه شاھد دپاره چه حاضر
شوی وی خو د شاھدۍ ويلو نه ئی انکار کړی وی يا د ھغه شاھد دپاره چه عذر ئی څرګند کړی وی او بيا ئی غلطی ثابته
شوی وی د حکم د صادريدلو واکمنه مرجع د ھغه قضائی ونډ قاضی دی چه د شاھد حاضريدل ورته غوښتل شوی دی.
په دی دعوی باندی د غور کولو ،حل و فصل کولو او پری د اعتراض په باب ھغه قواعد او شرايط تطبيقيږی چه په قانون
کښی ذکر شويدی.
شپږ اتيايمه ماده -د ھغو شاھدانو د سفر د لګښتونو او حق الزحمی اندازه چه د شھادت ويلو دپاره د ھغو د حاضريدلو په
سبب ئی مستحق کيږی د څارنوالی د غړی له پلوه سنجش او ټاکل کيږی.
څلورم فصل
د پوھانو نه استفاده
اوه اتيا يمه ماده -د څارنوالی غړی کولی شی چه د حالت د تثبيت په الره کښی د طبيب او بل ھر اھل خبره تخصص نه
استفاده وکړی.
د اھل خبره نه د استفادی په وخت کښې بايد د څارنوالی غړی پخپله حاضروی.
که چری دا الزمه وی چه د ځينو تمھيدی چارو يا د مکررو تجربو يا د کوم بل علت له مخه د حالت تثبيت د څارنوالی د
غړی پشی شا وشی د څارنوالی غړی مکلف دی چه د اھل خبره نه پخپله غوښتنه کښې د تحقيقاتو انواع او ھر ھغه څه چه
اھل خبره په ھر حالت کښې دا کولی شی چه خپله وظيفه د دعوی د دواړو خواءو پشی شا سرته ورسوی.
اته اتيايمه ماده-که چری اھل خبره د ھغو کسانو له جملی څخه نه وی چه نوم ئی د اھل خبره وء په جدول کښې قيد وی
او په وظيفه باندی د الس پوری کولو په وخت کښی ئی سوګند کړی وی دوی مکلف دی چه په فعاليت باندی د الس پوری
کولو نه اول د څارنوالی د غړی په مخکښې سوګند وکړی چه خپله به په پاکۍ او راستۍ سرته رسوی.
AC
نه اتيايمه ماده-اھل خبره خپله رايه ليکلی وړاندی کوی .د څارنوالی غړی ھغه موده چه اھل خبره بايد خپله رايه په ھغی
کښی وړاندی کړی ټاکی.
که چری يو اھل خبره په ھغه موده کښې چه ورته ټاکل شوی ده خپله وظيفه سرته ونه رسولی شی د څارنوالی غړی کولی
شی چه د ده په ځای يو بل څوک وټاکلی او موظف ئی کړی.
نوی يمه ماده -تورن کولی چه د اھل خبره نه مشورتی کومک او په ھغو پاڼو او نورو ھغو شيونو باندی د ده د اطالع
غوښتنه وکړی چه د څارنوالی د غړی له خوا اھل خبره وءته ورکړ شوی دی خو په دی شرط چه دغه کار د دعوی په
جريان کښی د ځنډ پيښيدو سبب نه وی.
يو نوی يمه ماده -د دعوی دواړه خواوی حق لری چه د موجبه اسبابو له مخی د اھل خبره رد وغواړی ،په دی صورت
کښې د طرف درخواست له داليلو سره د څارنوالی غړی ته وړاندی کيږی.
د څارنوالی غړی مکلف دی چه د درخواست د وړاندی کيدو له نيټی څخه په دری ورځو کښی دننه دننه د ھغه په باب
تصميم ونيسی او په ھغه صورت کښی چه د اھل خبره د رد موجبه اسباب موجود وی د اھل خبره الس له کاره ويستل
کيږی مګر ھله نه ،چه د عاجل حال له مخه د څارنوالی غړی د کار د جاری ساتلو امر ورکړی.
پنځم فصل
ګړونه )استنطاق(
دوه نوی يمه ماده -مستنطق مکلف دی چه د تورن سره د مخامخ کيدو متصل د ده ھويت ثبت کړی ،بيا ھغه تور چه ده ته
ئی نسبت شوی دی ورته ابالغوی او د ده اظھارات په محضر کښی قيدوی.
دری نوی يمه ماده -تورن مکلف دی چه که مدافع وکيل ئی نيولی وی د ھغه نوم د څارنوالی غړی ته ووائی.
مدافع وکيل ھم کولی شی چه خپل نوم د تورن د مدافع وکيل په حيث د څارنوالی غړی ته ابالغ کړی.
KU
څلور نوی يمه ماده -که چری جرم غيرمشھود وی او حالت د دليلونو د ضايع کيدو د انديښنی له درکه معجل نه وی محقق
نه شی کولی چه په جنايت کښې د تورن نه پوښتنه وکړی او يا دی له نورو تورنو يا شاھدانو سره مخامخ کاندی .مګر له
ھغه وروسته چه د ده له مدافع وکيل څخه غوښتل شوی وی چه د ګړونې او مخامخ کيدو په جريان کښی حاضر شی.
پنځه نوی يمه ماده -مدافع وکيل د څارنوالئ د اجازی نه پرته په خبرو کښی نه شی داخليدی.
AC
که چيری د څارنوالی له خوا د مدافع وکيل د خبرو کولو غوښتنه ونه منله شی دا موضوع په محضر کښی قيدييږی.
مدافع وکيل کولی شی چه له مخامخ کيدو او استنطاقه مخکښی له پاڼو او د تحقيق له جريانه ځان خبر کړی.
شپږم فصل
اووه نوی يمه ماده -د څارنوالی غړی د جرائمو او قباحتونو په ټولو انواعو کښی د تورن د حاضرولو امر صادرولی شی.
اته نوی يمه ماده -د څارنوالی غړی کولی شی چه د دی قانون په ديرشمه ماده کښی د درج شوی حالت له مخه د تورن د
نيولو او حاضرولو امر صادر کاندی ،دغه شان دی کوالی شی چه که جرم جنحه وی پس له ھغه چه تورن په حاضريدلو
مکلف شی او بی له معقوله عذره د حاضريدلو نه ډډه وکړی د ده د حاضرولو امر صادر کاندی.
نه نوی يمه ماده -د څارنوالی غړی مکلف دی چه نيول شوی تورن ډير زر وګړوی ،که چری د تورن فوری ګړونه
ممکنه نه وی تورن د نظارت الندی نيول کيږی.
د نظارت الندی د تورن نيونه د اتو څلويښتو ساعتونو نه زيات دوام نه شی کوالی.
د نظارت مامور مکلف دی چه د اتو څلويښتو ساعتونو له تٻريدو وروسته تورن څارنوالی ته وسپاری او څارنوالی مکلفه
ده چه ډير زر تورن وګړوی او يا ئی د خوشی کيدو امر صادر کاندی.
سلمه ماده -د تورن نوم کامل شھرت ،کسب ،ھستوږن ځای او ده ته منسوب تور په ھغه امر کښی چه د ده د حاضريدلو
دپاره صادريږی ليکل کيږی.
د حاضريدو امر بايد تاريخ ولری د څارنوالی د غړی له خوا امضا شی او د څارنوالی د اداری رسمی مھر پری ولګيږی.
د حاضريدلو په امر کښی بايد ھغه تاريخ چه د شخص حاضريدل پکښی په کار دی ذکر شی.
دغه شان د حاضريدلو په امر کښی څارنوالی ته د شخص د حاضرولو او د ھغه د نيولو په باب که چری په حاضريدو
باندی مکلف شوی شخص د امر له منلو ډډه وکړی د امنيه افرادو تکليف څرګنديږی.
KU
يو سل او يوه ماده -د نيولو او حاضرولو په باب امرونه د صادريدلو له نيټی څخه تر شپږو مياشتو پوری چليږی يا دا چه
څارنوالی ديوی بلې مودی دپاره اوږد کړی وی.
يو سل دوھمه ماده -ھغه امرونه چه د څارنوالی له خوا صادريږی د افغانستان په ټوله سيمه کښي چليږی.
يو سل دريمه ماده -امرونه د امنيه افرادو په ذريعه تورن ته ابالغيږی او يو نقل ئی ورته سپارل کيږی.
AC
اووم فصل
د توقيف امر
يو سل څلورمه ماده -که چری د ګړونی )استنطاق( نه وروسته يا د تورن د تيښتی په صورت کښی د ده د الزام دپاره
دليلونه کافی وګڼل شی او پٻښه جنايت يا داسی جنحه وی چه جزا ئی د حبس يوه داسی موده وی چه له دری مياشتو زياته
وی څارنوالی د احتياط دپاره د محاکمی نه مخکښی د تورن د توقيف غوښتنه کولی شی.
يو سل پنځمه ماده -که چری جرم داسی جنحه وی چه مرتکب ئی د دری کاله حبس په جزا محکوميږی او تورن په
افغانستان کښی يو ثابت او معلوم ھستوږن ځای ونه لری څارنوالی کولی شی چه د ده د توقيف د امر غوښتنه وکړی.
يو سل شپږمه ماده -کله چه څارنوالی ته د تورن توقيف ضروری ښکاره شی موضوع د مربوطی ابتدائيه محکمی قاضی
ته وړاندی کوی او د ده د توقيف غوښتنه کوی .قاضی د څارنوالی په دليلونو باندی د پوھی حاصلولو نه پس الزم امر
صادروی او که ضرورت وی نو د څارنوالی او تورن دواړو خبری اوريدلی شی .قاضی کولی شی چه د توقيف موده يو يا
څو واری اوږده کاندی خو په دی شرط چه د توقيف ټوله موده له دری مياشتو زياته نه شی.
يو سل اوومه ماده -که چری تحقيق د توقيف د ھغی مودی د پوره کيدلو سره سره چه په پورتنۍ ماده کښی ذکر شوی ده
سرته نه وی رسيدلی نو څارنوالی مکلف ده چه د پٻښي پاڼی د واليت د محکمی رئيس ته وړاندی کړی او دی د ضرورت
له مخه دا کولی شی چه توقيف اوږد کاندی نوموړی رئيس کولی شی چه د توقيف موده يو يا څو واری اوږده کړی خو په
دی شرط چه په ھر وار کښی اوږدوالی د پنځو څلويښتو ورځو نه زيات نه وی.
که چری د واليت د محکمی رئيس د توقيف جاری ساتنه الزمه ونه ګڼی نو د کفالت بالمال يا بی له ھغی د ده د خوشی
کيدو امر صادروی.
يو سل اتمه ماده -د چا چه عمر له ديارلسو کلونو کم وی د ھغه توقيف جواز نلری که چری د حاالتو له مخه د صغير
خالف احتياطی اجراءات ضروری شی څارنوالی کولی شی چه د موضوع تر پريکون پورې يو امانت دار شخص يا يوی
خيريه موءسسی ته د صغير د سپارلو امر صادر کړی چه دی تر خپلی څارنی الندی ونيسی او د غوښتنی په وخت ئی
څارنوالی ته وښيی او يا ئی وروسپاری.
د صغير د سپارښتنی موده بايد له يوی ھفتی زياته نه شی او يا دا چه ابتدائيه قاضی د مودی په اوږديدو موافقه وکړی.
KU
يو سل و نھمه ماده -که چری د حاالتو له مخه د يو داسی صغير نيونه ضرور شی چه عمر ئی له دولسو اوښتی وی بايد
اصالحی ښوونځی يا يوی خيريه موءسسی يا يو دولتی مقام ته وسپاره شی.
يو سل لسمه ماده -د توقيف د اوامرو په ځای کول د ھغو د صادريدلو راھيسی د شپږو مياشتو له تيريدو وروسته جواز نه
لری او يا دا چه څارنوالی يو بل ځل د ھغو د اوږديدو امر کړی وی.
AC
يو سل يوولسمه ماده -د توقيف مامور د توقيف په امر کښی د توقيف د امر په منلو او د تورن په توقيف کولو مکلفول
کيږی او د قانون ھغه ماده بيانيږی چه د تورن په باب تطبيق کيږی.
يو سل دولسمه ماده -بی له توقيف خانی نه پل ځای کښی د ھيچا توقيف جواز نه لری.
د توقيف خانی ھيڅ يو مامور د واکمنو مقاماتو د امضاء شوی امر نه پرته يو شخص په توقيف خانه کښی نه شی منلی او
نه ئی د ټاکلی ميعاد نه زيات په توقيف خانه کښی ساتلی شی.
يو سل ديارلسمه ماده -دمحبس مامورين نه شی کولی چه د امنيی عمومی وظيفه دارانو ته د څارنوالی د ليکلی امر نه
پرته د بنديانو سره د ليدلو کتلو اجازه او موقع ورکړی.
د توقيف خانی مامور مکلف دی چه چاته د څارنوالی د امر له مخه اجازه ورکړی شوی ده د ھغه نوم او ورسره د ليدنی
وخت او نيټه او د څارنوالی د امر مضمون د محبس په دفتر کښی درج کړی.
يو سل څوارلسمه ماده -څارنوالی کولی شی چه تورن پخپل امر د نورو بنديانو سره د تماس او ھم د ھر چا سره چه
څارنوالی الزم وګڼی د ليدلو نه منع کړی .دا وضع د ده د مدافع وکيل سره د ليدلو کتلو چه يواځی کيږی مخه نه شی
نيولی.
يو سل پنځلسمه ماده -د څارنوالی غړی کولی شی چه د خپل وظيفی په ھر سيمه کښی د توقيف خانو او محبسونو د کتنی
او د توقيفيانو او بنديانو د دوسيی د صحت په باب د اطمينان حاصلولو اقدام وکړی .په دی باب کښی د ھغو قيودو مراعات
کيږی چه د څارنوالی د چارو د تنظيم په قانون کښی درج شوی دی.
يو سل شپاړلسمه ماده -ھر توقيف شوی شخص حق لری ھر کله چه وغواړی په خوله يا په قلم د محبس مامور ته شکايت
وکړی او څارنوالی ته د دغه شکايت د رسولو غوښتنه وکاندی.
د محبس مامور د دی درخواست په منلو او په دفتر کښی ئی له درجولو وروسته په ابالغ مکلف دی.
يو سل اوولسمه ماده -د چا چه په دی خبره علم ورسيږی چه يو څوک غير قانونی توقيف دی يا دا چه دغه څوک په غير
KU
مختص ځای کښی توقيف دی کولی شی چه د څارنوالی يو غړی ته خبر ورکړی ،د څارنوالی غړی مکلف دی چه د
خبريدو سره سم ھغه ځای ته الړ شی چه توقيف شوی شخص پکښی اوسی او د الزم تحقيق له اجرا کولو وروسته د ھغه
چا د خالصيدو امر صادر کړی چه په غير قانونی صورت توقيف دی او دا اجراءات وليکی او محضر ته ئی وخيژوی.
اتم فصل
AC
موقتی خالصون
يو سل اتلسمه ماده -څارنوالی ھر وخت کوالی شی چه د خپل قرار له مخه او يا د تورن د غوښتنی په اساس د کفالت
بالمال په قيد يا بی له ھغه د محل د آمر په موافقه د ھغه د خالصون امر صادر کاندی.
يو سل نولسمه ماده -د ھغه مبلغ اندازه چه د توقيف شوی د موقت خالصون دپاره د کفالی الندی راوستل کيږی د ابتدائيه
قاضی يا د واليت د قاضی له خوا په خپل خپل قضايی ونډ کښی ټاکل کيږی.
يو سل شلمه ماده -د کفالی په امر کښی دا څرګندول کيږی چه که شخص د تحقيق يا دعوی يا د حکم د تنفيذ په وخت
حاضر نه شی نو په ټاکلی مبلغ ئی د ضبطۍ حکم صادريږی او پاتی برخه ئی د دی الندنيو لګښتونو دپاره تخصصيږی:
که چيری مالی کفاله بی له تخصيصه اجرا شوی نو په ھغه صورت کښی د حاضريدو ضمانت او نورو مماثلو واجباتو په
باب چه په ده باندی تحميليږی او ھم دغه شان د تنفيذ نه د نه تيښتی ضمانت اخستل کيږی.
يو سل يويشتمه ماده -څارنوالی د جنايتونو په باب کولی شی چه د ابتدائيه قاضی له خوا د تورن د خالصون د امر خالف
له صادريدو وروسته په څليرويشتو ساعتونو کښی مرافعه وغواړی.
يو سل دوه ويشتمه ماده -د مرافعی درخواست د واليت د محکمی د رئيس په وړاندی دائريږی او ډير زر د غور الندی
نيول کيږی.
د واليت د محکمی رئيس کولی شی چه د دی قانون د يو سل اوومی مادی د احکامو په اساس د توقيف د اوږيدو امر صادر
کاندی.
که چيری د مرافعی غوښتنی د قرار د صادريدو نه پس په دری ورځو کښی موضوع د مرافعوی غور الندی ونه نيول شی
د ابتدائيه قاضی حکم سمدستی عملی کيږی.
يو سل درويشتمه ماده -د کفالی پيسی د تورن له السه وی که د بل دالسه وی قبليږی ،د پيسو ورکړه د محکمی په خزانه د
نقدی تحويلۍ او يا د قيمت بھا سندونو په شکل کيږی.
KU
يو سل څليرويشتمه ماده -که چيری تورن بی له معقوله عذره د مفروضو التزامونو څخه د کوم يوه په تنفيذ کښی اقدام ونه
کړی د ده د نقدی کفالی لومړۍ برخه پخپله او بی د محکمی له حکمه د حکومت په حساب معامله کيږی او دوھمه برخه
ئی که چری دعوی په عدم سمع يا د تورن په برائت فيصله شی تورن ته په ستنه ورکوله کيږی.
يو سل پنځويشتمه ماده -که چيری د څارنوالی غړی ته دا ثابته شی چه تورن نقدی ضامت ورکولی نه شی کولی شی چه
دی د حاالتو د تقاضا د رعايت سره سره د موقت خالصون په بدل کښی په دی مکلف کاندی چه په ټاکلو وختونو به د
AC
د څارنووالی غړی له تورن څخه دا غوښتنه کولی شی چه له ھغه ھستوږن ځای څخه چه جرم پکښی پيښ شوی دی
ووځی او په بل ځای کښی ھستوږنه غوره کړی يا دا چه تورن يو ښودلی ځای ته له تلو راتلو څخه منع کاندی.
يو سل شپږويشتمه ماده -که چيری د تورن خالف قوی دليلونه پيدا شی ،يا دی خپل منلی شرطونه تس نس کړی يا بل څه
علت منځ ته راشی نو د ده د موقت خالصون د امر صادريدل د قانون د احکامو مطابق د ده د بيا ګرفتارۍ يا د توقيف د
امر د صادريدو مخه نه شی نيوالی.
يو سل اووه ويشتمه ماده -که چيری تورن د واليت د محکمی رئيس يا محکمی ته حواله کړی شی که دی د توقيف الندی
وی نو د خالصون واک ئی او که خالص وی د توقيف اختيار ئی د دغه محکمی په الس دی چه دی ورته حواله کړی
شوی دی .که چری حواله د جناياتو محکمی ته شوی وی نو صالحيت ئی په ھغه صورت کښی چه غونډو دوره ئی نه وی
شروع شوی د واليت د محکمی له قاضی سره دی .که چيری فيصله په محکمه پوری د موضوع د تعلق نه لرلو په شکل
صادره شی نو ترڅو چه دعوی مربوطی محکمی ته وړاندی نه کړی شی تر ھغی پوری د موقت خالصون په غوښتنه
باندی غور کول د واليت د محکمی د رئيس په صالحيت کښی دی.
يو سل اتويشتمه ماده -د تورن د توقيف په باب د مجنی عليه يا د حق العبد د مدعی غوښتنه او دغه شان د تورن د
خالصون په باب بحثونو کښی د ده خبره اوريدل کيږی.
نھم فصل
يو سل نھويشتمه ماده -د څارنوالی غړی يا د واليت د محکمی رئيس کولی شی چه کوم شيونه د تحقيق په دوران کښی
اخستل شوی وی د حکم نه مخکښی ھم په ستنه د ھغو د بيرته ورکولو امر صادر کاندی خو په دی شرط چه يو به د
دعوی د چلند سره تعلق نه لری او بل دا چه د مصادری د حکم الندی به نه وی راغلی.
محکمه دا ھم کولی شی چه په دعوی باندی د غور کولو په دوران کښی په ستنه د اخستل شويو شيونو د بيرته ورکړی امر
وکاندی.
KU
يو سل ديرشمه ماده -په ستنه د اخستل شويو شيونو د بيرته ورکړی امر بی له غوښتنی ھم صادريدی شی .څارنوال دا نه
شی کولی چه د نزاع له موجودګۍ سره سره په ستنه د اخستل شويو شيونو د بيرته ورکړی امر وکاندی.
که چيری د نزاع يا د شيونو د اصل خاوند په باب شک و شبھه موجوده وی نو موضوع د دواړو خواو د غوښتنی په اساس
د پريکړی دپاره د واليت د محکمی رئيس ته وړاندی کيږی.
يو سل يوديرشمه ماده -ھر څوک چه په اخستل شويو شيونو کښی د حق العبد مدعی وی د څارنوالی نه د دغو شيونو د
AC
ورکولو غوښتنه کولی شی .که چيری څارنوالی د ده غوښتنه ونه منی دی کولی چه د واليت د محکمی قاضی ته شکايت
وکړی او د خپلو دليلونو د اوريدو غوښتنه تری وکاندی.
يو سل دوه ديرشمه ماده -اخستل شوی شيونه ھغه چاته په ستنه ورکول کيږی چه د اخستلو په وخت کښی تر الس ته
راوستل شوی وی .که چيری اخستل شوی شيونه داسی وی چه د جرم موضوع يا د جرم د پيښيدو سبب شوی وی نو دغه
شيونه په ستنه ھغه چاته ورکول کيږی چه د جرم پيښيدو په سبب ئی له السه وتلی دی خو په دی شرط چه ھغه څوک يی د
ساتلو قانونی حق ونه لری چه دغه شيونه تری اخستل شوی وی.
يو سل دری ديرشمه ماده -د واليت محکمه او د ھغی رئيس دا کولی شی چه د دعوی دواړه خواوی د غور دپاره د حقوقو
محکمی ته راجع کاندی ،په دی صورت کښی دا کيدی شی چه اخستل شوی شيونه د څارنی الندی ونيول شی او يا يی د
ساتنی په باب نور الزم اجراءات وکړی شی.
يو سل څلور ديرشمه ماده -د اخستل شويو شيونو په باب په ستنه د بيرته ورکولو امر په محکمه کښی د دواړو خواو د
غوښتنی مخه نه نيسی.
که چيری دغسی امر د يوی خوا د غوښتنی په اساس د مقابل لوری په مخکښی د محکمی له پلوه صادر شوی وی تورن يا
د حق العبد مدعی بل ځل په دغه باب غوښتنه نه شی کولی.
يو سل پنځه ديرشمه ماده -که چيری د دعوی د سورولو د ضرورت نه لرلو يا د پاڼو د ساتلو امر ورکړ شی نو په کار
دی چه په شيونو کي د تصرف کولو د خبری پريکون وشی که چيری د دعوی په وخت کښی د ضبط شويو شيونو غوښتنه
له محکمی شوی وی ھم دغسی اجراءات کيږی.
يو سل شپږديرشمه ماده -که چيری د دعوی خاوندان د دعوی له ختمٻدو نه تر دری کلونو پورې د اخستل شويو شيونو
غوښتنه ونه کاندی بې له دی چه محکمه پری حکم صادر کړی پخپله د دولت مال ګڼل کيږی.
يو سل اووه ديرشمه ماده -که چيری اخستل شوی شی داسی وی چه د وخت په اوښتو خرابيږی يا ئی ساتنه د ھغه د بيی
ھومره تاوان غواړی نو خرڅون يی په دی شرط جواز لری چه د تحقيق د حاالتو له مخه باک ونه لری په دی صورت
کښی د خرڅ شوی شی خاوند په ھغه موده کښی دننه دننه چه په پورتنۍ ماده کښی ذکر شوه کولی شی چه د ھغه د
خرڅون نه د نقدو شويو پيسو غوښتنه وکاندی.
KU لسم فصل
يو سل اته ديرشمه ماده -که چيری څارنوالی د تحقيق د سرته رسولو نه پس د دعوی سورولو د ضرورت احساس ونه
AC
کړی نو په دغه باب خپل قرار صادروی او د توقيف شوی تورن د خالصون امر که ھغه په بل علت د توقيف الندی نه
وی صادروی په ھغه امر کښی چه په دغه باب صادريږی په کار دی چه موجبه اسباب ذکر شی .دا امر مجنی عليه او د
حق العبد مدعی ته ابالغيږی .که چيری د دوی نه کوم يو مړ وی نو دا خبره ئی ورثه وءته د ھغه په ھستوږن ځای کښی
ابالغيږی.
يو سل نه ديرشمه ماده -مجنی عليه او د حق العبد مدعی ھر يو دا کولی شی چه د دعوی سورولو د نه ضرورت په باب د
څارنوالی له خوا د صادر شوی امر خالف مرافعه وغواړی خو په دی شرط چه دغه امر د يو داسی تور په باب نه وی
صادر شوی چه نسبت ئی د دولت يو مامور ،يا مستخدم يا يو قضائی فرد ته د ھغه جرم له کبله شوی وی چه ارتکاب يی د
وظيفی په اجراء کښی يا د وظيفی د اجراء په سبب شوی وی.
د مرافعی غوښتنه مجنی عليه او د حق العبد مدعی ته د ابالغ له نيټی نه پس په لسو ورځو کښی دننه دننه د محکمی د
تحريراتو دفتر ته د عريضی په واسطه کيږی .د مرافعی غوښتنی اعتراض د واليت د محکمی رئيس ته وړاندی کيږی او
ډير زر د غور الندی نيول کيږی.
يو سل څلويښتمه ماده -څارنوالی دا کولی شی چه په پورتنۍ ماده کښی ذکر شوی امر د صادريدو نه دری مياشتی پس
لغو کاندی خو په دی شرط چه محکمی به د ھغه اعتراض د رد په باب چه د دغه امر خالف ورته وړاندی شوی شوی
خپله فيصله نه وی صادر کړی.
يو سل يو څلويښتمه ماده -لوی څارنوال ،مجنی عليه او د حق العبد مدعی دا کولی شی چه د دعوی سورولو د نه
ضرورت په باب د څارنوالی د امر خالف د مجنی عليه يا د حق العبد د مدعی د اعتراض متعلق د واليت د محکمی د
رئيس له پلوه د صادر شوی امر په سر ستری محکمی ته خپل اعتراض وړاندی کړی.
په دی باب کښی د دی قانون د يو سل اووه شپتيمی او اته شپيتمی مادی حکمونه په ځای کيږی.
يو سل دوه څلويښتمه ماده -که چيری څارنوالی د تحقيق نه پس دا جوته کړی چه پيښه جنايت يا جنحه يا قباحت دی او د
تورن خالف کافی دليلونه راغونډ شوی دی نو د ده خالف جزائی دعوی سوروی.
که چيری پيښه جنحه يا قباحت وی څارنوالی تورن ته امر کوی چه ابتدائی محکمی ته حاضر شی .که چيری پيښه جنايت
KU
وی دعوی د ھغی د احالی د امر په اساس د څارنوال يا د ھغه د قايم مقام له خوا د واليت په محکمه کښی سوريږی.
يو سل دری څلويښتمه ماده -څارنوالی د جزائی دعوی له سورولو وروسته د تورن د توقيف يا خالصون او د ده د
ګرفتاری په باب که پخوا ګرفتار شوی او بيا خالص شوی وی د قانون د حکم مطابق اقدام کوی.
يو سل څلور څلويښتمه ماده -ھغه امرونه چه د څارنوالی له خوا د دی قانون د يو سل اته ديرشمی او يو سل دوه
څلويشتمی مادی د حکمونو مطابق صادريږی په کار دی چه د تورن نوم ،شھرت ،عمر ،د زيږيدو ځای ،ھستوږن ځای،
AC
کسب او د ھغی پيښی د قانونی وصف بيان چه تورن ته ئی نسبت شوی دی پکښی وی.
يوولسم فصل
د احالی قضاء
يو سل پنځه څلويښتمه ماده -احاله يوی محکمی ته د غور دپاره د يوی موضوع سپارنې ته وائی.
د احالې قضاء د واليت د محکمی په قضائی ونډ کښی د محکمی د رئيس وظيفه ده.
د جناياتو دعوې د دی قانون د يو سل دوه څلويښتمی او يو سل اووه اتيايمی مادی د حکمونو مطابق د دغه رئيس په
وړاندی تقديميږی او دی په عام صورت د خپلو نورو ھغو صالحيتونو نه چه په قانون کښی ذکر شوی دی استفاده کوی.
د واليت د محکمی رئيس کولی شی چه که ضرورت پيښ شی خپلی غونډی د مھال ويش نه بھر او يا د محکمی له اصلی
ھستوږن ځای څخه بيرون منعقدی کړی.
که چيری ضرورت پيښ شی د واليت په محکمه کښی د ټولو نه د زيات قدمدار قاضی موظفول د دغه محکمی د قضائی
ونډ د احالی په قضيو باندی د غور او د نورو ھغو صالحيتونو نه د استفادی دپاره چه په قانون کښی د واليت د محکمی
قاضی ته ورکړ شوی دی جواز لری.
يو سل شپږڅلويښتمه ماده -د واليت محکمی قاضی مکلف دی چه ورته د قضيئې د دوسيې د رسيدلو سره سم ھغه غونډه
وټاکی چه قضيه پکښې د غور الندی نيوله کيږی او امر صادر کړی چه د قضيی د غور ورځ تورن او د دعوی نورو
خصومو ته ابالغ شی.
يو سل اووه څلويښتمه ماده -څارنوالی ھغه غونډه چه قضيه پکښی د غور الندی نيوله کيږی کم نه کم دری ورځی د
غونډی له کيدو مخکښی تورن او د دعوی نورو خصومو ته ابالغوی.
يو سل اته څلويښتمه ماده -د واليت د محکمی رئيس د محکمی غونډی پټ په پټه منعقدوی او د پاڼو له کتنی ،د څارنوالی،
تورن او نورو خصومو د اظھاراتو له اوريدو نه پس خپل اوامر صادروی.
KU
د واليت د محکمی قاضی کولی شی چه محقق محکمی ته د الزمو توضيحاتو د وړاندی کولو دپاره راوغواړی.
يو سل نه څلويښتمه ماده -د واليت د محکمی قاضی په ټولو حاالتو کښی دا کولی شی چه د تکميلی تحقيقاتو د اجرا اقدام
وکړی او يا څارنوالی په دغه کار موظفه کاندی.
د واليت د محکمی رئيس د تحقيق د اجراء په وخت کښی عينا ً د تحقيق د قاضی صالحيت لری .کله چه تحقيق سرته
ورسيد ،خصومو ته خبر ورکول کيږی چه ځانونه پری پوه کاندی ،بيا د غونډی د کيدو نيټه ټاکل کيږی او دا خبره کم نه
AC
کم دری ورځی د غونډی د کيدو نه مخکښی خصومو ته د ھغوی د اظھاراتو او اوريدو دپاره ابالغيږی .د محکمی رئيس
پاڼی څارنوالی ته ليږی چه خپلی غوښتنی د تورن د توقيف په صورت کښی په دری ورځو او د تورن د خالصون په
صورت کښی په لسو ورځو کښی دننه د محکمی رئيس ته ليکلی وړاندی کړی.
يو سل پنځوسمه ماده -که چيری د واليت د محکمی قاضی ته څرګنده شی چه پيښه د قانون له مخه د جزا وړ نه ده ،يا د
تورن خالف دليلونه کافی نه دی نو د دعوی سورولو د نه ضرورت امر صادروی او توقيف شوی تورن په دی شرط چه
په بل علت توقيف نه وی خالصوی.
يو سل يو پنځوسمه ماده -که چيری د واليت د محکمی رئيس ووينی چه پيښه جنحه يا قباحت دی نو مربوطی ابتدائيه
محکمی ته ئی د احالی امر صادروی .په دی صورت کښی څارنوالی مکلفه ده چه ټولی پاڼی محکمی ته وليږی او خصوم
په دی خبره محکمی ته تر ټولو په نژدی غونډه کښی د حاضريدو دپاره د ھغو ميعادونو سره برابر چه د دی قانون په دوه
سوه نھمه ماده کښی راغلی دی خبر کاندی.
يو سل دوه پنځوسمه ماده -که چيری د واليت د محکمی رئيس ته دا ثابته شی چه پيښه جنايت دی او د تور دليلونه ھم
کافی دی نو د جناياتو محکمی ته د موضوع د احالی امر صادروی.
د واليت د محکمی رئيس د جناياتو محکمی ته د موضوع د احالی امر د قضيی د وصف د ټاکلو په غرض صادروی.
يو سل دری پنځوسمه ماده -که چيری پخوا د پيښی په باب د ابتدائيه محکمی له خوا د جنايت والی په اساس د نه صالحيت
نھائی حکم صادر شوی وی بې له دی چه وکتل شی چه پيښه د څارنوالی يا د واليت د محکمی د رئيس يا د تحقيق د
قاضی له پلوه دغه ابتدائيه محکمی ته ارجاع شوی ده د واليت د محکمی رئيس مکلف دی که د تور دليلونه کافی وګڼی چه
دعوی د جناياتو محکمی ته وسپاری .که چيری د واليت د محکمی رئيس بيا ھم پيښه جنحه يا قباحت وګڼی کولی شی چه
قضيه د جناياتو محکمی ته د الزم حکم د صادرولو دپاره حواله کاندی.
يو سل څلور پنځوسمه ماده -که چيری په تحقيق کښی د يوه نه زيات جرمونه شامل وی او ټول د صالحيت له مخه يوه
سويه ولری او ټول يو په بل پورې تړلی وګڼل شی دغه ټول جرمونه يوی داسی محکمی ته چه په مکانی لحاظ واکمنه وی
د احالی په يوه امر ليږل کيږی او که چيری جرمونه د سوئی په لحاظ د مختلفو محکمو په صالحيت کښی داخل وی نو بيا
تر ټولو اوچتی محکمی ته ليږل کيږی.
يو سل پنځه پنځوسمه ماده -په ھغه امر کښی چه د قضيی د احالی دپاره مربوطی محکمی ته صادريږی تورن ته منسوب
KU
شوی جرم ،د ھغه ټول ارکان ،د جزا د سختولو يا نرمولو موجبات او د قانون ھغه ماده چه تطبيق ئی مطلوب وی ښودل
کيږی.
يو سل اووه پنځوسمه ماده -د واليت د محکمی رئيس ھر کله چه وغواړی کولی شی چه مربوطی ته د قضيی د احالی په
امر کښی تورن ته د نسبت شوی فعل قانونی وصف واړوی او ھغه سختوءنکی حاالت چه دی ئی وينی پکښی زيات کړی.
AC
دغه شان دی کولی شی چه په دعوی کښی نوری پيښی او نور تورن کسان ھم داخل کاندی خو په دې شرط چه دغه پيښی
به تحقيق کښی راغلی وی او د پيښو او تورنو کسانو په باب داسی حکم يا امر نه وی صادر شوی چه د )محکوم به( شی
ارزښت ئی حاصل کړی وی.
يو سل اته پنځوسمه ماده -د واليت د محکمی رئيس په ھغه امر کښی چه مربوطی محکمی ته ئی د قضيی د احالی باب
صادروی د تورن د توقيف د جاری پاتی کيدو يا خالصون يا که چيری مخکښی نه وی ګرفتار شوی يا خالص شوی وی د
ھغه د ګرفتاری او توقيف خبره څرګندوی.
که چيری د خالصون په صورت کښی لومړی د تورن نه د کفالی اخستنه نه الزمه وګڼله شی په کفالی پوری مربوط
حکمونه تطبيقيږی.
يو سل نه پنځوسمه ماده -په ھغه صورت کښی چه د واليت د محکمی رئيس د جناياتو محکمی ته د قضيی د احالی امر
صادروی ورسره ورسره د ھغو کسانو فھرست چه د شاھدی اوريدنه ئی الزمه وی د ھر يوه د نامه او ھستوږن ځای سره
او د ھغو پيښو خبر چه د ھغو په باب د دوی د شاھدۍ اوريدنه په کار ده محکمی ته ليږل کيږی.
يو سل شپيتمه ماده -څارنوالی د جناياتو محکمی ته د موضوع د احالی د امر د صادريدو راھيسی په دری ورځو کښی
دننه دننه په موضوع باندی خصوم خبروی.
يو سل يوشپيتمه ماده -که چری د جنايت يو تورن د ھغه جنايت په قضيه کښی چه د جناياتو محکمی ته ئی د احالی امر
صادر شوی وی د دفاع وکيل نه وی نيولی د واليت د محکمی رئيس دی په دی پوھوی چه د وکيل نيولو حق لری او که
چيری د دی کار دپاره د مھلت ورکول الزم شی ده ته مھلت ورکوی.
يو سل دوه شپيتمه ماده -پاڼی د احالی نه پس سمدستی د جناياتو محکمی ته ليږل کيږی خو چه کله د تورن مدافع وکيل د
دوسيی د کتنی دپاره د مھلت غوښتنه وکړی د واليت د محکمی رئيس د يوی ټاکلی مودی پوری چه له لسو ورځو نه زياته
به نه وی ده ته مھلت ورکوی .پاڼی په دغه موده کښی د تحريراتو په دفتر کښی ايښودلې کيږی او مدافع ئی ھمدغلته په
کتنه بوختيږی.
يو سل دری شپيتمه ماده -د غونډی د انتظام دپاره د واليت محکمی رئيس تول ھغه صالحيتونه لری چه ابتدائيه قاضی ئی
لری.
KU
يو سل څلور شپيتمه ماده -که چيری په جنايت باندی د قضيی احاله د تورن نه پشی شا شوی وی او دی بيا وروسته پخپله
حاضر يا ونيول شی په محکمه کښی په دعوی باندی غور د ده په مخکښی کيږی.
يو سل پنځه شپيتمه ماده -که چيری محکمی ته د قضيی د احالی د امر د صادريدو نه پس د تکميلی تحقيقاتو د اجراء
ضرورت پيښ شی څارنوال مکلف دی چه ھغه اجرا کړی او نتيجه ئی په محضر کښی درج او محکمی ته ئی وړاندی
AC
کړی.
دولسم فصل
يو سل شپږشپيتمه ماده -لوی څارنوال ،مجنی عليه او د حق العبد مدعی کولی شی چه د جزائی دعوی د سورولو دپاره د
علت د نشتوالی په باب د واليت د محکمی د رئيس له خوا د صادر شوی امر خالف ستری محکمی ته خپل اعتراض
وړاندی کړی.
يو سل اووه شپيتمه ماده -په پورتنۍ ماده کښی ذکر شوی اعتراض ھغه وخت معتبر ګڼل کيږی چه د اعتراض الندی
راغلی امر د قانون نه په مخالف اساس يا د قانون په تطبيق او تاويل کښی د اشتباه پيښيدو په اساس باندی والړ وی يا
پکښی بطالن پيښ شوی وی او يا په اجراءاتو کښی داسی بطالن پيښ شوی وی چه په حکم کښی موءثر وی .اعتراض او
په اعتراض باندی غور د ھغو قاعدو سره سم کيږی چه د اعتراض د موضوع د تنظيم دپاره په ستره محکمه کښی
تطبيقيږی .د څارنوالی او نورو خصومو په باب د اعتراض موده د امر د صادريدو له نيټی څخه شروع کيږی.
يو سل اته شپيتمه ماده -محکمه د څارنوالی او نورو خصومو د اظھاراتو له اوريدو وروسته خپل حکم صادروی ،که
چيری اعتراض د محکمی په وړاندی ومنل شی نو قضيه يو ځل بيا د واليت د محکمی رئيس ته د ھغه جرم له ټاکلو سره
چه د يو فعل يا افعالو له کولو جوړ شوی دی په ستنه ليږی.
ديارلسم فصل
يو سل نه شپيتمه ماده -که چری د جزائې دعوی د سقوط د ميعاد له ختميدو مخکښی نوی دليلونه رابرسيره شی ھغه امر
چه د دعوی سورولو د نه ضرورت په باب د څارنوالی يا د واليت د محکمی له خوا صادر شوی وی د تحقيق د جاروتنی
مخه نه نيسی .د شاھدانو شاھدی ،محضرونه او نوری پاڼی چه مخکښی څارنوالی يا د واليت د محکمی رئيس ته نه وی
وړاندی شوی خو ممکنه ده چه د ھغو دليلونو د تقوئی موجب شی چه پخوا ناکافی ګڼل شوی وو او يا د داسی وضاحت
سبب شی چه حقيقت تری څرګند شی د نويو دليلونو له جملی ګڼل کيږی.
يو سل اويايمه ماده -که چری لوی څارنوال د جنايت په فقرو کښی د قضيی تحقيق د يو قاضی په الس بھتر وګڼی کولی
شی چه د دعوی په ھر حالت کښی د واليت د محکمی له رئيس نه وغواړی چه د محکمی يو قاضی د دغه کار دپاره
AC
موظف کاندی .څارنوالی د تحقيق کار د قاضی تر ورتګه پوری جاری ساتی.
يو سل يو اويايمه ماده -د تحقيق قاضی بی د څارنوالی له غوښتنی يا د يو بل داسی مقام له احالی پرته چه په قانون کښی
ښودل شوی وی د يو ټاکلی جرم په باب د تحقيق د کولو اقدام نه شی کولی.
يو سل دوه اويايمه ماده -کله چه دعوی د تحقيق قاضی ته وسپارله شوه بيا د تحقيق صالحيت يواځی دی لری او بې له ده
بل ھيڅوک د قضيی د تحقيق اقدام نه شی کولی.
يو سل دری اويايمه ماده -د تحقيق قاضی په ھغه قضيه کښی چه تحقيق ئی ده ته سپارل شوی دی د تحقيق له مقرراتو
سره سم د څارنوالی له الری د دی فصل د احکامو له رعايت سره اقدام کوی.
يو سل څلور اويايمه ماده -د تحقيق قاضی کولې شې چه د څارنوالی يو غړی يا د قضائې ضبط مامور د خپل صالحيت په
کرښی کښی دننه د ځينو چارو په اجرا موظف کاندی.
يو سل پنځه اويايمه ماده -که چری د تحقيق قاضی د ځايونو د حالت د تثبيت يا د تفتيش د اجراء دپاره پخپله تګ الزم
وګڼی نو د دی موضوع خبر څارنوالی ته ورکوی.
يو سل شپږ اويايمه ماده -ھغه شاھد چه د شاھدۍ ويلو دپاره د تحقيق قاضی ته له تللو څخه انکار وکړی او ھغه شاھد چه
د تحقيق د قاضی په وړاندی حاضريږی خو د سوګند کولو نه ډډه کوی يا ھغه شاھد چه ځان معذور ښيې خو په نتيجه کښی
د ده عذر صحيح نه خيژی د دی قانون د دوه اتيايمی ،دری اتيايمی او څلور اتيايمی مادی د حکمونو سره سم په جزا
محکوميږی.
يو سل اووه اويايمه ماده -ھغه حکمونه چه د پورتنۍ مادی د حکم سره سم د شاھدانو خالف د تحقيق د قاضی له خوا
صادريږی د قانون له حکمه سره سم د اعتراض الندی راتالی شی.
يو سل اته اويايمه ماده -که چری شاھد پخپله خوښه يا له ھغه وروسته چه دوھم وار په حاضريدو مکلف شی د تحقيق د
قاضی په وړاندی حاضر شی او معقول عذر وښيئی قاضی د څارنوالی د اظھاراتو له اوريدو وروسته دی له نقدی جزا
معافولی شی او که چری د تحقيق د ختميدو نه مخکښی د شاھدۍ نه ويلو يا سوګند نه کولو نه واوړی د تحقيق قاضی کولی
شی چه د ده ټوله يا ځينی جزا عفو کاندی.
يو سل نه اويايمه ماده -د تحقيق قاضی د توقيف د امر له صادرولو نه مخکښی مکلف دی چه د څارنوالی اظھارات
KU واوری.
يو سل اتيايمه ماده -د توقيف په باب چه د تحقيق قاضی کوم امر صادروی ھغه تر پنځلسو ورځو پوری چليږی .سره د
دی ھم کولی شی چه د څارنوالی او تورن د اظھاراتو له اوريدنی وروسته يو ځل يا څو واری د توقيف امر اوږد کاندی
AC
خو په دې شرط چه د توقيف ټوله موده له دوو مياشتو وانه وړی.
يو سل يو اتيايمه ماده -که چری د تحقيق جريان ال پای ته نه وی رسيدلی او قاضی د توقيف اوږدوالی په پورتنۍ ماده
کښی د ذکر شوی ميعاد نه تر زياتی مودی پورې الزم وبلی نو په کار دې چه د دغه ميعاد له ختميدو نه مخکښی د
موضوع پاڼی د واليت د محکمی رئيس ته وسپارلی شی چه دی کوم امر الزم ګڼی ھغه د دی قانون د يو سل اوومی مادی
د حکم سره سم صادر کړی.
يو سل دوه اتيايمه ماده -څارنوالی کولی شی چه په جناياتو کښی د تحقيق د قاضی له خوا د خالصون د صادر شوی امر
په باب استيناف وغواړی -به دی حالت کښی د دی قانون د يو سل يوويشتمی او يو سل دوه ويشتمی مادی حکمونه
تطبيقيږی.
يو سل دری اتيايمه ماده -که چيری د واليت د محکمی د قاضی له خوا د توقيف امر د څارنوالی د استيناف په اثر صادر
شوی وی له نوی سره د تورن د خالصون امر د واليت د محکمی د رئيس نه پرته بل ھيڅوک نه شی صادرولی.
يو سل څلور اتيايمه ماده -چه کله تحقيق پای ته ورسيږی نو د تحقيق قاضی پاڼی څارنوالی ته ليږی ،څارنوالی مکلفه ده
چه که غوښتنی لری ھغه د تورن د توقيف په صورت کښی د دری ورځو دننه دننه او د تورن د خالصون په صورت
کښی د لسو ورځو دننه دننه ليکلی د تحقيق قاضی ته وړاندی کړی.
د تحقيق قاضی مکلف دی چه د تحقيق رويداد ټولو خصومو ته ابالغ کړی چه که په دغه باب څه نظريات لری چه ھغه
څرګند کړی.
يو سل پنځمه اتيايمه ماده -که چيری د تحقيق قاضی د دی خبری احساس وکړی چه پٻښه د قانون له مخه د جزا وړ نه ده،
يا د تورن خالف دليلونه کافی نه دی نو د دعوی سورولو د نه ضرورت امر صادروی او که تورن په بل علت توقيف نه
وی ھغه خوشه کوی .ھغه امر چه په دی باب صادريږی په کار دی چه د موجبه اسبابو ذکر پکښی وی.
دا امر مجنی عليه او د حق العبد مدعی ته ابالغيږی .که چيری د ھغوی نه کوم يو مړ وی نو امر يی ورثۀ وته د ده په
ھستوږن ځای کښی رسول کيږی.
KU
يو سل شپږ اتيايمه ماده -که چيری د تحقيق قاضی دا تثبيت کړی چه پيښه جنحه يا قباحت دی نو تورن مربوطی ابتدائيه
محکمی ته حواله کوی او څارنوالی مکلفه ده چه ډير زر ټولی پاڼی ھغی محکمی ته ورليږی او موضوع خصومو ته د دی
قانون د يو سل نھمی مادی د ذکر شويو ميعادونو له مخه به خورا نژدی غونډه کښی د ګډون په غرض محکمی ته د
حاضريدو دپاره ابالغ کړی.
يو سل اووه اتيايمه ماده -که چيری د تحقيق قاضی دا تثبيت کړی چه پٻښه جنايت دی او د تورن خالف دليلونه کافی دی
AC
دعوی د واليت د محکمی رئيس ته حواله کوی او څارنوالی دغی محکمی ته د پاڼو په سمدستی ليږلو مکلفوی.
يو سل اته اتيايمه ماده -څارنوالی ،مجنی عليه او د حق العبد مدعی کولی شی چه د ھغو امرونو خالف چه د تحقيق د
قاضی له خوا د دعوی سورولو د نه ضرورت په باب صادريږی اعتراض وکړی خو دا ھله چه دغه امر يو دولتی مامور
يا مستخدم يا د قضائی ضبط يو مامور ته د نسبت شوی تور په باب د ھغه جرم په اساس چه د وظيفی د اجراء په وخت يا
د وظيفی د اجراء په علت پيښ شوی وی نه وی صادر شوی.
د اعتراض د ميعاد او د ھغه د اجراآتو به باب د دی قانون د يو سل نه ديرشمی مادی حکمونه په ځای کيږی.
د څارنوالی په باب د اعتراض ميعاد د اعتراض الندی راغلی امر د صادريدو له نيټی څخه حسابيږی.
يو سل نه اتيايمه ماده -څارنوالی ھر کله چه وغواړی د تحقيق پاڼی د تحقيق په جريان باندی د ځان خبرولو دپاره کتلی
خو په دی شرط چه دغه اجراآت د تحقيق په جريان کښی ځنډ رانه ولی.
يو سل نوی يمه ماده -څارنوالی او نور خصوم کولی شی چه الزم دفوع او طلبات د تحقيق قاضی ته وړاندی کړی -د
تحقيق قاضی د دری ورځو دننه دننه د موجبه اسبابو د بيان سره د موضوع د پريکون اقدام کوی.
دوھم کتاب
محکمی
لومړی باب
صالحيت
لومړی فصل
يو سل يو نوی يمه ماده -ھر قضيه چه د قانون په مقتضی جنحه يا قباحت ګڼل کيږی حل و فصل ئی د ابتدائيه محکمی په
صالحيت کښی دی.
KU
يو سل دوه نوی يمه ماده -ھره قضيه چه د قانون په مقتضی جنايت ګڼل کٻږی حل و فصل يی د جناياتو د محکمی په
صالحيت کښی دی.
يو سل دری نوی يمه ماده -د غور دپاره مختصه محکمه د جرم د پيښيدو د ځای يا د تورن د ھستوږن ځای او يا د تورن د
نيونی د ځای محکمه ده.
AC
يو سل څلور نوی يمه ماده -د جرم د شروع په حالت کښی ھر ھغه ځای چه پکښی د جرم د ارتکاب د شروع له چارو
څخه يو چاره پيښه شوی وی د جرم د پيښيدو ځای ګڼل کيږی.
د مستمرو جرمونو په باب ھغه ځای چه پکښی د استمرار حالت جاری وی او د اعتيادی او متوالی جرمونو په باب ھغه
ځای چه پکښی د دغو جرمونو له چارو څخه د يوی چاری ارتکاب کيږی د جرم د پيښيدو ځای ګڼل کيږی.
يو سل پنځه نوی يمه ماده -که چری د افغانستان نه بھر يو داسی جرم پيښ شی چه د افغانی قانون د احکام د ھغه په باب
تطبيقيږی او مرتکب په افغانستان کښی يو ټاکلی ھستوږن ځای ونه لری او نه په افغانستان کښی نيول شوی وی که جنايت
وء نو دعوی يې د کابل د جناياتو د محکمی او که جنحه وه نو دعوی ئې د کابل د ابتدائيه محکمی په وړاندی دائريږی.
دوھم فصل
په ھغو حقوقی مسئلو کښی د جزائی محکمو صالحيت چه د جزائی مسئلو پريکړه ورپوری تړلې وی.
يو سل شپږ نوی يمه ماده -د جرم نه راوالړې شوې د خساری د جبران په باب حقوقی دعواګانی په ھره اندازه چه وی د
جزائی محکمو په وړاندی د جزائی دعوو سره يو ځای د غور دپاره دائريدلی شی.
يو سل اووه نوی يمه ماده -جزائی محکمه د ټولو ھغو قضاياو د پريکون صالحيت لری چه پريکون ئی د جزائی دعوو
سره تړون لری او د دغی محکمی په وړاندی دائرې شوی وی خو په دی شرط چه د قانون حکمونو صريحا ً مستثنی کړی
نه وی.
يو سل اته نوی يمه ماده -که چری د يوی جزائی دعوی په باب د حکم صادرو نه د يوی بلی جزائی دعوی د فيصلی په
نتيجه پوری موقوفه دوی نو د لمړۍ دعوی غور د دوھمې دعوی تر پايه پوری ځنډيږی.
يو سل نه نوی يمه ماده -که چيری د يوی جزائی دعوی فيصله د شخصيه احوالو د موضوعاتو له جملې څخه په يوه
موضوع پورې موقوفه وی جزائی محکمه کولی شی چه جزائی دعوی وځنډوی او تورن ،يا د حق العبد مدعی يا د مجنی
عليه ته د يوی ټاکلی مودې مھلت ورکړی چه موضوع واکمنی مرجع ته وړاندی کړی.
دوه سومه ماده -که چری ھغه ميعاد چه په پورتنی ماده کښی ذکر شوی دی تير شی او دعوی خپل واکمن مرجع ته نه وی
KU
وړاندی شوی محکمه کولی شی چه د دعوی له ځنډ نه تيره شی او د ھغی د پريکون اقدام وکاندی .دغه شان محکمه کولی
شی چه که الزمه ئی وګڼی دغه ميعاد يو وار بيا اوږد کاندی.
دوه سوه يوه ماده -جزائی محکمی د غير جزائی مسئلو په باب د جزائی ادعا سره د ربط په لحاظ د حل و فصل په اقدام
کښی د ھمدغو مسئلو په خاص قانون کښې د اثبات د الرو چارو پيروی کوی.
دريم فصل
AC
د صالحيت جګړه
دوه سوه دوھمه ماده -که چری دعوی د داسی واحد جرم يا ګڼو جرمونو له کبله وړاندی شوی وی چه د تحقيق يا حکم په
لحاظ د واليت د يوی محکمی په دوه مربوطو مرجعو پورې تعلق لری او دواړو مرجعو د صالحيت لرلو يا نه لرلو په باب
خپلی نھائی فيصلی صادری کړی وی او د غور صالحيت په ھماغو دوو مرجعو پورې منحصر وی د صالحيت دار
مرجع د تشخيص دپاره موضوع د جنحو د استيناف د ديوان په وړاندی چه د واليت د محکمی په چوکات کښی واقع دی
وړاندی کيږی.
دوه سوه دريمه ماده -که چری د صالحيت لرلو يا نه لرلو په باب د واليت په دوه محکمو يا د جناياتو په دوه محکمو
پورې دوه مربوط مرجع نھائی فيصلی صادرې کړی د صالحيت د ټاکلو موضوع ستری محکمی ته وړاندی کيږی.
دوه سوه څلورمه ماده -د دعوی د خصومو له جملې څخه ھر يو کولی شی چه د يو درخواست په ضمن کښی خپل سندونه
او دليلونه بيان او د مربوطی محکمی د ټاکلو غوښتنه وکاندی.
دوه سوه پنځمه ماده -محکمه په غوښتنه باندی د اطالع حاصلولو نه وروسته امر کوی چه د موضوع دې پاڼی د
تحريراتو په دفتر کښی د نورو خصومو د خبرتيا دپاره کښيښودلی شی چه په لسو ورځو کښی دننه دننه ھر يو خپل خپل
نظريات ليکلی وړاندی کړی.
کله چه د موضوع پاڼی د تحريراتو په دفتر کښې کښيښودلی شی د دعوی د غور جريان ځنډول کيږی يا دا چه محکمه د
دی حکم په عکس باندی امر صادر کړی.
دوه سوه شپږمه ماده -ستره محکمه يا د واليت محکمه په مربوطو پاڼو باندی د اطالع حاصلولو نه پس مربوطه محکمه يا
ھغه مرجع چه بايد دعوی وړاندی بوځی ټاکی دغه شان محکمه د ھغو نورو محکمو د اجراآتو او حکمونو په باب چه د
ھغو په صالحيت لرلو ئی حکم کړی دی تصميم نيسی.
دوه سوه اوومه ماده -که چری د محکمی د ټاکلو غوښتنه ونه منله شی نو غوښتنوال په ھغه صورت کښی چه څارنوالی
نه وی په يوه داسی نقدی جزا چه مبلغ ئی له پنځه سوه افغانيو نه زيات نه وی محکوميدی شی.
لومړی فصل
دوه سوه اتمه ماده -د جنحو او قباحتونو محکمو ته دعوی د څارنوالی د غړو يا د حق العبد د مدعی په الس محکمی ته د
تورن د حاضريدلو د مکلفيت سره د دی قانون د نھمی مادی په احکامو برابر سپارلی کيږی.
دغه شان د واليت د محکمی د رئيس يا د تحقيق د قاضی د امر په اساس ھم دعوی محکمی ته سپارل کيږي.
که چيری تورن پخپله غونډی ته راغی او د څارنوالی له پلو ورته تور متوجه شو او ده محاکمی ته غاړه کښٻښوده دا
اجراء د حاضريدو د مکلفيت قايمقامه ده.
دوه سوه نھمه ماده -محکمی ته په حاضريدلو باندی د دواړو جګړه والو خواو مکلفيت د قباحتونو په باب له غونډی نه يوه
ورځ او د جنحو په باب له غونډی نه دری ورځی مخکښی کيږی.
په دی ميعاد کښی ھغه وخت چه د الری د مزله د وھلو دپاره په کار دی داخل نه دی .دا مکلفيت د څارنوالی او حق العبد
د مدعی له جملې څخه د ھر يوه د غوښتنی له مخه کيدی شی.
د مشھود جرم په حالت کښی محکمی ته د تورن د حاضريدلو مکلفيت بې له مھلته ھم جواز لری .خو کله چه تورن
محکمی ته حاضر شی او د خپلی دفاع د تيارۍ دپاره مھلت وغواړی د محکمی له خوا ورته د پورتنۍ مادی مطابق مھلت
ورکول کيږی.
دوه سوه لسمه ماده -تورن ته نسبت شوی تور او ھغه مواد چه د جزا په ټاکلو تصريح کوی په احضارپاڼه کښی درجيږی
او پخپله تورن يا د ھغه ھستوږن ځای ته د قانون په حکمونو برابر ابالغيږی.
که چری د تورن د ھستوږن ځای د لټون کوشش تش الړ شی احضارپاڼه ھغه اداری مرجع ته چه په افغانستان کښی د
تورن وروستی ھستوږن ځای ورپوری تړون لری سپارله کيږی .او د جرم د پيښيدو ځای د تورن تر ټولو وروستی
ھستوږن ځای ګڼل کيږی په دی شرط چه خالف ئی ثابت نه شی.
دوه سوه يولسمه ماده -د بنديانو ابالغ د محبس آمر يا ئی قايمقام او د ھغو ضابطانو او افرادو ابالغ چه په اردو کښی په
خدمت بوخت وی او د ژندارم د افرادو او ضابطانو ابالغ د ژاندارم او اردو مربوطو ادارو ته کيږی.
KU
دوه سوه دولسمه ماده -خصوم حق لری چه محکمی ته په حاضريدو باندی د مکلفيت سره سمدستی د دعوی په پاڼو باندی
دوھم فصل
ځانونه خبر کاندی.
دوه سوه ديارلسمه ماده -د ھغی جنحی تورن چه جزا ئی حبس وی مکلف دی چه پخپله محکمی ته حاضر شی .د نورو
جنحو او د قباحتونو په باب تورن کولی شی چه د دفاع دپاره خپل وکيل پخپله نمايندګی راوليږی خو محکمه په ھر حالت
کښی دا کولی شی چه پخپله تورن ته د حاضريدو امر وکاندی.
سره د دی ھم د تورن وکيل يا ئی قريب يا ئی يو خپلوان کولی شی چه محکمی ته حاضر شی او د تورن د نه راتلو عذر
بيان کړی -که چيری د ده عذر د محکمی له خوا ومنل شی نو محکمی ته د تورن د حاضريدو دپاره يو ميعاد ټاکلی او
څارنوالی مکلفه ده چه د دغه ميعاد اطالع تورن ته ورسوی.
دوه سوه څوارلسمه ماده -ھر کله چه خصم د قانون مطابق په حاضريدلو باندی د مکلفيت نه پس په ټاکلی ورځ محکمی
ته حاضر نه شی او خپل وکيل ھم په ھغو مواردو کښی چه اعتبار لری راونه ليږی نو که چيری احضارپاڼه پخپله ده ته
سپارل شوی وی او داسی عذر ئی ھم نه وی وړاندی کړی چه د ده د نه حاضريدو باک لری کوی محکمه د دعوی د
پريکون اقدام کوی او دا محاکمه قانونا ً د حضوری محاکمی په حکم کښی ګڼل کيږی.
که چری احضارپاڼه پخپله تورن ته نه وی سپارل شوی محکمه ابالغ تکراروی او ده ته خبرداری )اخطار( ورکوی چه که
ھغی راتلونکی غونډی ته حاضر نه شی چه په موضوع باندی د غور دپاره کيږی نو محکمه به د موضوع د پريکون اقدام
وکړی ،دغه وخت محاکمه قانونا ً د حضوری محاکمی په حکم کښی ګڼل کيږی.
دوه سوه پنځلسمه ماده -که چری تورن ته پخپله د احضارپاڼی د رسيدو او د محکمی د خبرداری ورکولو سره سره دی
حاضر نه شی محکمه مکلفه ده چه په دعوی باندی د غور کولو په باب خپلو اجراآتو ته په داسی شان دوام ورکړی چه
ګنی تورن حاضر دی.
دوه سوه شپاړسمه ماده -محکمه ھر وخت چه وغواړی کولی شی چه د تورن د توقيف او ھغی غونډی ته ئی د حاضرولو
امر صادر کړی چه د ځنډ نه پس په دعوی باندی د غور دپاره ټاکل شوی ده.
دوه سوه اوولسمه ماده -که چيری تورن په دعوی باندی له غوره پس او د غونډی له پای ته رسيدلو نه مخکښی حاضر
شی نو په دعوی باندی غور د ده په مخکښی بيرته جارويستل کيږی.
په دعوی باندی غور او د محاکمی په غونډه کښی د اجراآتو الری چارې.
دوه سوه اتلسمه ماده -د محاکمی غونډه بايد ښکاره وی ،سره د دی ھم محکمه کولی شی چه د عمومی نظام يا د عمومی
ادابو د ساتنی نه د راپورته شويو مالحظاتو له مخه امر وکاندی چه ټوله دعوی يا د دعوی يوه برخه دی په پټو غونډو
AC
کښی د غور الندی ونيوله شی .دغه شان محکمه کولی شی چه د خلکو يوه ټاکلی ډله په غونډه کښی د ګډون کولو نه منع
کړی.
دوه سوه نولسمه ماده -د څارنوالی يو غړی بايد چه د جزائی محکمو په غونډو کښی ګډون ولری او محکمی مکلفی دی
چه د ده اظھارات واوری او په غوښتنو ئی غور وکړی.
په دعوی باندی د غور په وخت کښی د څارن ډډی ته کول جواز نه لری مګر ھله جواز لری چه د غونډی انتظام داسی
تس نس کړی چه ډډی ته کول يی الزم وګڼل شی.
په دغسی حالت کښې څو پوری چه غونډی ته د ده د حاضريدو په باب الر اواره نشی د محاکمی اجراآت جاری ساتل
کيږی .محکمه مکلفه ده چه د تورن پشی شا ئی کوم اجراآت کړی وی په ھغو باندی دی خبر کړی.
دوه سوه يويشتمه ماده -په غونډه کښی غور په لوړ آواز د خصومو او شاھدانو په نومونو اخستلو شروع کيږی.
د تورن نه د ده د نامه ،لقب ،عمر ،کسب ،د زيږيدو د ځای او ھستوږن ځای پوښتنه کيږی او ھغه تور چه د دعوی د
احالی په امر يا احضارپاڼه کښی په ده پورې تړل شوی دی لوستل کيږی .ورپسی څارنوالی او د حق العبد مدعی کومی
غوښتنی چه لری ئی وړاندی کوی او بيا د تورن نه پوښتنه کيږی چه د کوم فعل د ارتکاب نسبت چه ده ته شوی دی د ھغه
په کولو اعتراف لری که نه؟
که چيری تورن د فعل په ارتکاب باندی اعتراف وکړی محکمه کولی شی چه دغه اعتراف کافی وګڼی او بې د شاھدانو د
شاھدۍ له اوريدلو خپله فيصله صادره کاندی ،که چيری تورن معترف نه وی نو د اثبات د شاھدانو د شاھدۍ د اوريدلو
اقدام کوی.
د شاھدانو نه لومړی څارنوالی ،وروستی مجنی عليه ورپسی د حق العبد مدعی بيا تورن او له ھغه وروسته د حق العبد
مسئول پوښتنه کوی.
څارنوالی او مجنی عليه او د حق العبد مدعی په دوھم وار ھم د شاھدانو نه د ھغو پيښو د توضيح دپاره چه د ھغو په باب
ئی په خپلو شاھديو کښی جوابونه ويلی وی پوښتنه کولی شی.
KU
دوه سوه دوه ويشتمه ماده -د اثبات د شاھدانو د شاھدۍ له اوريدنی وروسته د نفی د شاھدانو شاھدی اوريدله کيږی ،تورن
د حق العبد مسئول ،څارنوالی او مجنی عليه په ترتيب سره او تر ټولو وروسته د حق العبد مدعی د نفی له شاھدانو پوښتنه
کوی .تورن او د حق العبد مسئول کولی شی چه په دوھم وار ھم د شاھدانو نه د ھغو پيښو د توضيح دپاره چه د ھغو په
باب ئی په خپلو شاھديو کښی جوابونه ويلی وی پوښتنه کولی شی.
AC
د خصومو له جملی څخه ھر يو کولی شی چه د ھغو پيښو د توضيح يا تحقيق دپاره چه شاھدانو د ھغو په باب شاھدی ويلی
وی د شاھدانو د شاھدۍ د بيا اوريدو او يا د دغه مطلب دپاره د نورو شاھدانو د شاھدۍ اوريدلو غوښتنه وکړی.
دوه سوه درويشتمه ماده -دعوی په ھر حالت کښی چه وی محکمه کولی شی ھره پوښتنه چه وغواړی د حقيقت د
څرګندتيا دپاره د شاھدانو نه وکړی يا خصومو ته د شاھدانو د پوښتنی کولو اجازه وکاندی.
محکمه مکلفه ده چه شاھدانو ته د داسی پوښتنو د مخامخ کيدو مخه ونيسی چه يا په موضوع پوری ربط نه لری او يا ئی
مخامخ کيدل جائز نه وی.
دغه شان محکمه مکلفه ده چه ھر قسم داسی صريحه خبره يا اشاره او يا تلميح منع کړی چه د شاھد د ويرولو يا د افکارو
د ګډوډۍ سبب کيږی .محکمه کولی شی چه د شاھدانو د شاھدۍ د اوريدلو غوښتنه د ھغو پيښو په باب چه د محکمی په
وړاندی په کافی اندازه روښانه شوی وی ترديد کاندی.
دوه سوه څليرويشتمه ماده -د تورن نه په زور جواب غوښتل جواز نه لری.
که چيری په دعوی باندی د غور کولو په وخت کښی داسی پيښی رابرسيره شی چه د ھغو په باب د تورن له پلوه د
توضيحاتو وړاندی کونه الزمه وګڼله شی قاضی د ده پام ورته اړووی او اجازه ورکوی چه الزم توضيحات وړاندی کړی.
که چيری تورن پوښتنو ته د جواب ورکولو نه ځان وژغوری يا په غونډه کښی د ده اظھارات د ھغو اظھاراتو سره چه د
تور د دليلونو د ټولونی يا د تحقيق په وخت کښی ئی کړی دی مغايرت ولری محکمه کولی شی چه د تورن د لومړنو
اظھاراتو د لوستلو امر وکاندی.
دوه سوه پنځويشتمه ماده -د څارنوالی غړی ،تورن او د دعوی نور خصوم کولی شی چه د اثبات او نفی د شاھدانو د
شاھدۍ اوريدلو نه پس په خبرو پيل وکړی .په ھر حال تورن ته په آخر کښې يو ځل بيا د خبرو کولو موقع ورکوله کيږی.
که چيری تورن يا د ھغه مدافع وکيل د غور په وخت د خپلو خبرو په دوران کښی د دعوی د موضوع نه ووځی ،يا يو
مطلب بيا ووائی محکمه کولی شی چه د موضوع نه د وتلو يا د مطلب د تکرارولو مخه ونيسی.
د دغو پورتنو اجراآتو د پای ته رسيدلو نه پس په دعوی باندی د غور کولو مرحله سرته رسيږی او محکمه د غور او
KU مذاکری نه پس خپل حکم صادروی.
دوه سوه شپږ ويشتمه ماده -د محاکمی د غونډی جريان بايد وليکل شی او زيات نه زيات يوه ورځ پس بايد د ھغه په ھر
مخ باندی د محکمی د رئيس او محرر امضاء واخستله شی .په دی رويداد کښی د غونډی تاريخ ،د غونډی پټوالی او
ښکاره والی ،د قاضيانو ،محرر او د څارنوالی د ھغه غړی نومونه چه په غونډه کښی ئی ګډون الره ،د خصومو او مدافعو
وکيالنو نومونه ،د شاھدانو شاھدی او د خصومو اظھارات اخستل کيږی او په رويداد کښی ھغو پاڼو ته چه په غونډه کښی
AC
لوستل شوی وی .او ټولو ھغو اجراآتو ته چه په غونډه کښی شوی دی ھم اشاره کيږی.
دغه شان په دی رويداد کښی ھغه غوښتنی چه په دعوی باندی د غور کولو په وخت کښی وړاندی شوی او ھغه قرارونه
چه په فرعی مسئلو کښی اتخاذ شوی او د ھغو حکمونو نص چه صادر شوی او د غونډی نور جريانات قيديږی.
څلورم فصل
دوه سوه اووه ويشتمه ماده -شاھدان د خصومو له جملی څخه د يوه د غوښتنی له مخه د يو خبروال په الس د غونډی د
کيدو نه کم نه کم څليرويشت ساعته مخکښی د الری د مزله وھلو دپاره د الزم وخت د زياتولو سره محکمی ته په
حاضريدو مکلف کيږی .د مشھود جرم په حالت کښی په حاضريدو باندی د شاھدانو مکلفيت ھر وخت او حتی د قضائی
ضبط د يو نفر مامور يا د امنيی د يو فرد د خولی په خبر جواز لری.
شاھد کولی شی چه د خصم د غوښتنی په اثر بی د پخوانی اعالن نه غونډی ته حاضر شی.
محکمه کولی شی چه په دعوی باندی د غور په وخت د ضرورت له مخی ھر څوک ئی چه خوښ وی راوغواړی او د
ھغه اظھارات واوری ،ھمدغه شان محکمه کولی شی چه د دغه شخص د جلب او احضار امر صادر کاندې محکمه دا ھم
کولی شی چه دی بلی غونډی ته په حاضريدو مکلف کاندی.
محکمه کولی شی چه د دعوی د حقيقت د څرګندتيا دپاره د ھر چا شاھدی چه پخپله خوښه د شاھدۍ ورکولو دپاره تيار وی
واوری.
دوه سوه اته ويشتمه ماده -د شاھدانو په نامه په لوړ آواز غږ کيږی او ))د بلی(( ويلو نه وروسته خپل مخصوص اطاق
ته ننوځی او د محکمی په وړاندی د شاھدۍ ويلو دپاره وار په وار د دغه اطاق نه راوځی .ھر شاھد چه د شاھدۍ ويل نه
وزګاريږی د غونډی په غولی کښې په دعوی باندی د غور تر پای ته رسيدو پوری انتظار کوی يا دا چه محکمه ورته د
غونډی د غولی نه د وتلو اجازه ورکاندی.
که ضرورت پيښ شی نو د يو شاھد د شاھدۍ د اوريدلو په وخت کښی د بل شاھد ډډی ته کول يا ځينی شاھدان د ځينو
نورو سره مخ کول جواز لری.
KU
دوه سوه نه ويشتمه ماده -که چيری يو شاھد په حاضريدو باندی د مکلفيت نه پس محکمی ته له حاضريدو نه ډډه وکاندی
د څارنوالی ا ظھاراتو د اوريدو نه پس په يوه داسی نقدی جزا چه مبلغ ئی په قباحتونو کښی له سلو افغانيو او په جنحو
کښی له زرو افغانيو زيات نه وی محکوميدی شی.
که چيری محکمه د ده د شاھدۍ اوريدنه الزمه وګڼی کولی شی چه دی په دوھم وار محکمی ته په حاضريدو مکلف کړی
AC
او په دعوی باندی غور تر بلې غونډی وځنډوی .دغه شان محکمه کولی شی چه د شاھد د ګرفتارۍ او حاضرولو امر
صادر کاندی.
دوه سوه ديرشمه ماده -که چيری شاھد په خپله خوښه يا په دوھم وار په حاضريدو باندی د مکلف کيدو نه پس حاضر شی
او د منلو اليق عذر وړاندی کړی محکمه کولی شی چه د څارنوالی د اظھاراتو د اوريدو نه پس دی د نقدی جزا د ورکولو
نه معاف کړی.
که چيری شاھد په دوھم وار په حاضريدو باندی د مکلف کيدو سره ھم حاضر نه شی د ھغه مبلغ په ورکولو باندی چه
مقدار ئی په پورتنۍ ماده کښی د ذکر شوی جزا د زيات نه زيات حد د دوه چنده څخه زيات نه وی جواز لری .او محکمه
کولی شی چه د ده د ګرفتاری او حاضرۍ امر ھمدغی غونډی يا بلی ھغی غونډی ته صادر کړی چه په دعوی باندی غور
د ھغی تر کيدو پوری ځنډوی.
دوه سو يو ديرشمه ماده -که چری شاھد د دعوی په باب د حکم تر صادريدو پورې محکمی ته حاضر نه شی دی کولی
شی چه د نقدی جزا ورکولو په حکم باندی په معمولو الرو چارو او په ھغو حاالتو کښی چه قانونا ً جواز لری اعتراض
وکړی.
دوه سوه دوه ديرشمه ماده -که چری شاھد د خپلی حاضری د امکان نه لرلو په باب د منلو وړ عذر وړاندی کړی محکمه
کولی شی چه په موضوع باندی د څارنوالی او نورو خصومو د خبرولو نه پس د ده شاھدی د ده په ھستوږن ځای کښی
واوری او به دی حالت کښی ھم خصوم کولی شی چه پخپله يا د ھغوی مدافع وکيالن يا دواړه حاضر شی او د شاھد نه
الزمی پوښتنی وکړی.
دوه سوه دری ديرشمه ماده -که چری محکمه د شاھد د شاھدۍ دپاره انتقال وکړی او د شاھد د عذر عدم صحت څرګند
شی محکمه د څارنوالی د اظھاراتو له اوريدو نه پس کولی شی چه دی د يوی داسی مودی په حبس چه ميعاد ئې له دری
مياشتو زيات نه وی او په يوه داسی نقدی جزا چه مبلغ يې له شپږو زرو افغانيو زيات نه وی محکوم کړی.
دوه سوه څلور ديرشمه ماده -ھغه شاھدان چه د خپل عمر څوارلسمه کال ئې پوره کړی وی مکلف دی چه د شاھدۍ ويلو
نه مخکښی په خدای سوګند وکړی چه شاھدی به په حقه وائی او د حق نه پرته به څه وائې .که چری شاھد د )اشھد( په
لفظ شاھدی ويله او پوھيده چه په دی تعبير کښی پخپله سوګند پروت دی نو په پورتنی عبارت د سوګند کولو ضرورت
نشته .د ھغو شاھدانو شاھدی اوريدل چه ال د عمر څلوارلسم کال ئې نه وی پوره کړی بې له سوګنده د معلوماتو حاصلولو
KU دپاره جواز لری.
دوه سوه پنځه ديرشمه ماده -که چری شاھد د سوګند کولو نه ډډه وکړی او يا د پوښتنو د جواب ويلو نه داسی ځان
وژغوری چه په قانون کښی جواز نه لری د قباحتونو په باب د حبس په يو داسی موده چه ميعاد ئې له يوی ھفتی او يا په
داسی نقدی جزا چه مبلغ ئی له سلو افغانيو زيات نه وی او د جنحو په باب د حبس په يوه داسی موده چه ميعاد ئې له دری
مياشتو او يا په داسی نقدی جزا چه مبلغ ئې له شپږو زرو افغانيو زيات نه وی محکوميږی.
AC
که چری شاھد په دعوی باندی د غور له ختميدو نه مخکښی د ځان ژغورنی نه واوړی د ټولی يا ځينی محکوم بھا جزا نه
معاف کيږی.
دوه سوه شپږ ديرشمه ماده -د شاھدانو رد د قاضيانو د رد د دليلونو د مبحث په اساس جواز نه لری.
دوه سوه اووه ديرشمه ماده -ميړه او ښځه که څه ھم د دوی د ازدواج رابطه شليدلی وی په ټولو حاالتو کښی کولی شی
چه د يو بل خالف د شاھدۍ ويلو نه ځان وژغوری.
د تورن اصول او فروع او اقارب او تر دوھمی درجی پورې خپلوان کولی شی چه د تورن خالف له شاھدۍ ويلو نه ځان
وژغوری خو په دی شرط چه په تورن پوری تړل شوی جرم د شاھد ،يا يو قريب يا د ده د نژدی خپلوان په خالف نه وی
او يا د دوی له جملې څخه يو د دغه جرم د جزائې اطالع مخبر نه وی او يا دا چه په قضيه کښی له سره نور ھيڅ مثبت
دليلونه موجود نه وی.
دوه سوه اته ديرشمه ماده -په جزائې محکمو کښې د شاھدۍ نه د شاھد د ځان ژغورنی او د شاھدۍ ويلو نه د ھغه د
معافولو په باب د حقوقی اجراءآتو قاعدی چليږی.
دوه سوه نه ديرشمه ماده -که چری د حق العبد مدعی د خپلی دعوی د کرښی نه بھر د شاھد په حيث يو مطلب د محکمی
غوږ ته رساوه د ده خبری اوريدلی کيږی.
دوه سوه څلويښتمه ماده -محکمه کولی شی چه د ھغی شاھدۍ د لوستلو امر وکړی چه په لومړنی تحقيق ،يا د تور د
دليونو د راټولونی په وخت يا د اھل خبره په وړاندی ويلی شوی وی خو په دی شرط چه پخپله د شاھد د خولې نه د
شاھدۍ اوريدنه د کوم سبب له مخه مشکله وی او يا تورن او د ھغه مدافع وکيل د ده د شاھدۍ په لوستلو سال شی.
دوه سوه يو څلويښتمه ماده -که چری شاھد د خپلی شاھدۍ د پٻښو له جملې څخه د يوی د رايادولو په باب خپل عجز
وښئی نو د تور د دليلونو د ټولونی په وخت کښې د ده د ورکړی شاھدۍ يا وينا ھمھغه خاصه برخه لوستل جواز لری.
که چری د پخوانۍ شاھدۍ يا وينا سره د محکمی د غونډې په وړاندی د شاھد د شاھدۍ تناقض څرګند شی د دی مادې د
پورتنۍ فقرې درج شوی اجراآت کيدی شی.
دوه سوه دوه څلويښتمه ماده -که محکمه مناسب وګڼی کولی شی چه په دعوی باندی د غور کولو په دوران کښی د ھر
KU داسی دليل د وړاندی کولو امر وکړی چه د حقيقت د څرکندتيا دپاره ئې الزم وبولی.
دوه سوه دری څلويښتمه ماده -محکمه پخپله خوښه او يا د خصومو په غوښتنه کولی شی چه په يوه دعوی کښی يو څو
تنه اھل خبره وټاکلی.
دوه سوه څلور څلويښتمه ماده -محکمه پخپله خوښه او يا دخصومو په غوښتنه کولی شی چه اھل خبره محکمی ته د ھغو
نظرياتو په توضيح وړاندې کولو موظف کاندی چه مخکښی ئې د لومړنی تحقيق په وخت کښی يا محکمي ته څرګند کړی
AC
دی.
دوه سوه پنځه څلويښتمه ماده -که چری له دليلونو څخه د يوه تحقيق د محکمی په وړاندی مشکل شی محکمه کولی شی
چه خپل يو غړی د ھغه په تحقيق موظف کاندی.
پنځم فصل
د حق العبد ادعاء
دوه سوه شپږ څلويښتمه ماده -چاته چه د يو جرم نه ضرر واوړی کولی شی چه د ھغی محکمی په وړاندی چه په قضيه
باندی غور کوی په ھره مرحله کښی چه وغواړی او له ھغه مخکښی چه د دی قانون د دوه سوه پنځويشتمی مادی د
احکامو مطابق په دعوی باندی غور ختم شی د حق العبد دعوی وړاندې کړی ،خو که چيری جزائی قضيه له ابتدائی
محکمی نه تيره شی او دی خپله حق العبدی دعوی سوره نه کاندی په استينافی محکمه کښی خپله حق العبدی دعوی نه شی
سورولی.
د حق العبد ادعاء تورن ته د خبروال په ذريعه د ابالغ يا په ھغه غونډه کښی چه دعوی پکښی د غور الندی وی او تورن
پکښی حاضر وی د غوښتنی په اساس کيږی .که چيری تورن حاضر نه وی د دعوی جريان ځنډيږی او مدعی په دی
مکلفيږی چه خپلې غوښتنی تورن ته ابالغ کړی .که چيری د تحقيق په دوران کښی پخوا مدعی په دی صفت پيژندل شوی
وی نو محکمی ته د جزائی دعوی د احالی په امر کښی حق العبدی برخه ھم داخله ګڼل کيږی .که چيری په قضيه کښی د
حق العبد د مدعی داخليدل د جزائی دعوی د جريان د ځنډ سبب شی محکمه کولی چه په دعوی باندی غور بې له حق
العبدی برخې نه جاری وساتی او د حق العبد مدعی ته اجازه ورکړی چه خپله دعوی د جزائی حکم له صادريدو نه پس په
حقوقی محکمه کښی سوره کاندی.
دوه سوه اووه څلويښتمه ماده -که چری ھغه څوک چه د جرم نه ورته ضرر اوښتی دی د دعوی سورولو د اھليت فاقد
وی او قانونی ممثل ئی ھم نه وی ھغه محکمه چه جزائی دعوی د ھغی د غور الندی ده د څارنوالی د غوښتنی له مخه
کولی شی چه د ده دپاره قيم ونيسی چه د ده له خوا د حق العبدی دعوی سوره کاندی.
که چيری تورن قانون ممثل ونه لری محکمه مکلفه ده چه د پورتنۍ مادی په احکامو برابر د ده دپاره قيم ونيسی.
دغه شان د حق العبد دعوی د حق العبد د مسئولينو خالف ھم چه د تورن د افعالو نه راپورته شوی مادی ضررونه قانونا ً
AC
ھغوی ته متوجه وی سورول کيدی شی.
څارنوالی کولی شی چه د حق العبد د مدعی د نشتوالی په صورت کښی د حق العبد مسئولين په دعوی کښی داخل کاندی
چه د محاکمی په لګښتونو باندی د دوی د محکومولو دپاره الر اواره شی .د دی مادی د حکم تطبيق په ھيڅ صورت د
جزائی محکمو په وړاندی د ضمان د دعوی سورولو او دغه شان په دعوی کښی د ھغو نه غير چه د حق العبد دعوی پری
سوره شوی وی او د حق العبد د مسئولينو نه غير د نورو خلکو د داخلولو اجازه نه ورکوی.
دوه سوه نه څلويښتمه ماده -د حق العبد مسئول کولی شی چه پخپله خوښه په جزائی دعوی کښی ھری مرحلی ته چه
رسيدلی وی د دی قانون د دوه سوه پنځويشتمی مادی د حکم مطابق په دعوی باندی د غور د سرته رسيدلو نه مخکښی
داخل شی خو څارنوالی او د حق العبد مدعی کولی شی چه په دعوی کښی د ده د داخليدو له قبولۍ سره مخالفت وکړی.
دوه سوه پنځوسمه ماده -د حق العبد مدعی د محکمی د محصول په ورکړه مکلف دی او دغه شان په دی ھم مکلف دی
چه کومی پيښی د څارنوالی ،يا د تحقيق د قاضی يا د محکمی له پلوه د اھل خبره او شاھدانو د حق الزحمی او لګښت دپاره
ټاکل کيږی په پيشکی ډول امانت کيږدی.
دوه سوه يو پنځوسمه ماده -که چيری د حق العبد ادعا د قانون له مخی د منلو وړ نه وی تورن ،د حق العبد مسئول ،او
څارنوالی ھر يو دا کولی شی چه په غونډه کښی د حق العبد د مدعی له قبليدو سره مخالفت وکړی.
دوه سوه دوه پنځوسمه ماده -ھغه قرار چه د حق العبد د نه قبليدو په باب د څارنوالی يا د تحقيق د قاضی له پلوه
صادريږی د جزائی محکمی په وړاندی د حق العبد د ادعا او په حقوقی محکمه کښی د ده له خوا د حق العبد د دعوی د
سوريدو مخه نه نيسی.
د حق العبد د ادعا د قبليدو په باب د محکمی قرار د ھغو اجرآتو د بطالن سبب کيږی نه چه په جزائی دعوی کښی د ده له
ګډون نه مخکښی شوی دی .د حق العبد د مدعی د قبليدو په باب د څارنوالی يا د تحقيق د قاضی قرار ھغه محکمه نه
مقيدوی چه په جزائی دعوی غور کوی.
دوه سوه دری پنځوسمه ماده -د حق العبد دعوی د ھغه ميعاد په تيريدو ساقطيږی چه د معامالتو په احکامو کښی د
حقوقی دعوی د سقوط په باب د )وخت د تيريدو( د اساس په حيث قبول شوی دی.
KU
که چری جزائی دعوی له سوريدو نه پس د مختصو سببونو له جملې څخه د يوه له کبله ساقطه شی د حق العبد ھغه دعوی
چه له دغی دعوی سره سوره شوی ده نه ساقطيږی.
دوه سوه څلور پنځوسمه ماده -د حق العبد مدعی کولی شی چه دعوی په ھره مرحله کښی پريږدی ،د حق العبد مدعی
مکلف دی چه د دعوی له پريښودو نه مخکښی لګښتونه ورکړی د عوض غوښتنی په باب د تورن حق که چری قانونی
اساس ولری محفوظ پاتی کيږی.
AC
په دی صورت د دعوی پريښودنه په جزائی دعوی باندی ھيڅ اثر نه پريباسی.
دوه سوه پنځه پنځوسمه ماده -که چری پخپله مدعی ته د حاضريدو مکلفيت ابالغ شی او سره د دی ھم محکمی ته حاضر
نه شی يا خپل وکيل ورته راونه ليږی او خپلی غوښتنی غونډی ته وړاندی نه کړی په دی صفت د ده نه حاضريدل د
دعوی پريښودنه ګڼل کيږی.
دوه سوه شپږ پنځوسمه ماده -که چری د حق العبد مدعی په جزائې محکمو کښی دعوی پريږدی کولی شی چه خپله
دعوی په حقوقی محکمو کښی سوره کاندی خو په دی ضرط چه د کوم حق د حاصلولو دپاره ئې دعوی سوره کړی ده چه
د ھغه په پريښودو ئې تصريح نه وی کړی.
دوه سوه اووه پنځوسمه ماده -د حق العبد د مدعی له خوا د دعوی پريښودنه د دعوی نه د حق العبد د مسئول د ډډی ته
کيدلو سبب کيږی خو په دی شرط چه د حق العبد مسئول په دعوی کښی د حق العبد د مدعی په غوښتنه داخل شوی وی.
دوه سوه اته پنځوسمه ماده -که چری د جرم له کبله زيانمن شوی شخص په حقوقی محکمه کښی د عوض غوښتنی
دعوی وکړی او بيا د جزائې محکمی په وړاندی دعوی سوره شی نو که دی په حقوقی محکمه کښی دعوی پريږدی کولی
شی چه دغه دعوی په جزائی محکمه کښی د جزائی دعوی سره غبرګه سوره کاندی.
دوه سوه نه پنځوسمه ماده -که چری د حق العبد دعوی په حقوقی محکمو کښی سوره کړی شی نو په کار دی چه
پريکون ئې د ھغی جزائی دعوی د فيصلی تر نھائې نتيجی د حاصليدو پوری وځنډول شی چه د ھغی نه مخکښی يا د ھغی
د جريان په وخت په محکمه کښی سوره شوی ده .خو که چری د جزائې دعوی پريکون د تورن د ليونتوب له کبله وځنډول
شی نو د حق العبد دعوی فيصله کيږی.
دوه سوه شپيتمه ماده -د ھغو حق العبدی دعوو په پريکون کښی چه د جزائې محکمو په وړاندی دائريږی د دی قانون په
احکامو عمل کيږی.
دوه سوه يو شپيتمه ماده -تورن کولی شی چه د حق العبد د مدعی نه د ھغه تاوان ګالنه چه د حق العبد د دعوی له کبله
ورته اوښتی وی د قانون د احکامو مطابق وغواړی.
KU شپږم فصل
دوه سوه دوه شپيتمه ماده -څارنوالی او نور خصوم کولی شی چه د دعوی په ھره مرحله کښې د قضيی د پاڼو له جملې
AC
څخه په ھره پاڼه چه په موضوع کښی وړاندی شوی وی د تزوير دعوی وکړی.
دوه سوه دری شپيتمه ماده -د تزوير دعوی د ھغی د مدعی د ادعا له مخه کيږی چه د تحقيق په محضر يا د غونډی په
محضر کښی قيديږی.
دغه شان د تزوير دعوی د مدعی له خوا د يو امضاء شوی غوښتن ليک له مخه چه د دعوی په دوسيه کښی ايښودل کيږی
ھم کيدی شی .د تزوير په دعوی کښی د ھغی پاڼی ټاکنه چه پری د تزوير دعوی شوی وی د ھغی د تزوير له دليلونو له
راوړلو سره ضروری ده.
دوه سوه څلور شپيتمه ماده -که چری ھغه مقام چه قضيه ئې د غور الندی ده د تزوير د ادعاء په باب د تحقيق کيدنه
الزمه وګڼی نو پاڼی څارنوالی ته سپاری .که چری د غور د الندی دعوی پريکون په ھغه پاڼه پوری موقوف وی چه د
تزوير دعوی پری شوی ده دغه مقام کولی شی چه څو پوری د تزوير د دعوی پريکون د مربوط مرجع له پلوه کيږی د
دعوی جريان وځنډوی.
دوه سوه پنځه شپيتمه ماده -که چری د دعوی جريان وځنډولی شی او حکم يا قرار په عدم تزوير باندی صادر شی نو
ضروری ده چه په ھمدغه حکم يا قرار کښی د تزوير مدعی تر دوه نيمو زرو افغانيو پورې په نقدی جزا محکوم شی.
دوه سوه شپږ شپيتمه ماده -که چری حکم د ټولو يا ځٻنو رسمی پاڼو په تزوير صادر شی نو ھغه محکمه چه دغه حکم ئی
کړی وی د دغو پاڼو د لغو کولو يا سمولو حکم څنګه چه الزم وی ھم صادروی دا خبره په يو يادداشت کی ثبتيږی او دغه
پاڼه په نښه کيږی.
اووم فصل
دوه سوه اووه شپيتمه ماده -د غونډی اداره او انتظام د غونډی د رئيس په واک کښی دی .د غونډی رئيس کولی شی چه
څوک د غونډی انتظام خرابوی ھغه د غونډی د غولی نه وباسی ،که چری دغه شخص د ده امر ونه منی محکمه کولی شی
چه سمدستی تر اتو څلويښتو ساعتونو پورې د ده د بندی کولو يا تر دری سوه افغانيو پوری د ده د جريمه کولو حکم صادر
کاندی .د محکمی دا حکم سمدستی په ځای کيږی او استيناف پری نه شی کيدی.
که چری د غونډی وران کاری د محکمی د کاروالو څخه وی محکمه کولی شی چه د غونډی په وخت کښی دی د قضائی
KU
قوی د کاروالو د تأديب د قاعدو سره سم تاديب کاندی .محکمه د غونډی د ختميدو نه مخکښی خپل صادر کړی حکم لغو
دوه سوه اته شپيتمه ماده -که چری څوک په غونډه کښی د جنحی يا قباحت ارتکاب وکړی محکمه کولی شی چه په
کولی شی.
ھمدغه غونډه کښی د تورن خالف دعوی سوره کاندی او د څارنوالی او تورن د اظھاراتو اوريدلو نه پس خپله فيصله
صادره کړی په داسی حالت کښی د دعوی سورول په ھغه غوښتنه پورې چه د دی قانون په دريمه او څلورمه ماده کښی
AC
ذکر شوی ده مربوطه نه ده .که چری په غونډه کښی جنايت پٻښ شی د محکمی رئيس څارنوالی ته د تورن د سپارلو امر
کوی .دا حکم د دی قانون د اتمی مادی د حکم په تطبيق کښی خلل نه اچوی.
د محکمی رئيس په ټولو حاالتو کښی د پٻښی محضر ترتيبوی او که ضرورت پٻښ شی د تورن د ګرفتارۍ امر صادروی.
دوه سوه نه شپيتمه ماده -که چری د وظيفی په وخت يا د وظيفی په علت د مدافع وکيل نه يو داسی حرکت وشی چه د
غونډی په انتظام کښی خلل اچول وګڼل شی او يا د جزا وړ وی د غونډی رئيس د پٻښی محضر ترتيبوی .که چری د مدافع
عمل د تاديب وړ وی دی د تاديب دپاره د محکمی رئيس ته حواله کوی او که د جزا وړ وی نو څارنوالی ته يی د تحقيق د
اجراء دپاره سپاری.
په ھر حالت کښی په دعوی باندی د غور کولو د غونډی په ھيئت کښی د ھغی غونډی د رئيس او غړو ګډون جواز نه لری
په کومه غونډه کښی چه دغه حادثه پيښه شوی وی.
دوه سوه اويايمه ماده -په ھغو جرمونو باندی غور چه په غونډه کښی پٻښٻږی او محکمه د ھغو په باب د غونډی د کيدو
په وخت کښی دعوی نه سوروی د عادی احکامو مطابق کيږی.
اتم فصل
حکم
دوه سوه يو اويايمه ماده -ھغه څه چه د لمړنی تحقيق په پاڼو او د دليونو د ټولونی په محضرونو کښی درج دی محکمه په
ھغو مقيده نه ده بی له ھغه چه د قانون نص بالعکس تصريح کړی وی.
دوه سوه دوه اويايمه ماده -په قباحتونو کښې ليکلی محضرونه د ھغو پيښو په باب چه د مربوطو مامورينو له پلوه پکښی
ثبتيږی تر څو پورې چه د دغو پيښو نفی ثابته شوی نه وی حجت ګڼل کيږی.
دوه سوه دری اويايمه ماده -قاضی په دعوی کښی د ھغی عقيدی سره سم چه د دليلونو له مخه ورته پيدا کيږی په پوره
ازادی حکم صادروی خو سره د دی ھم دی په داسی دليل باندی خپل حکم بناء کولی نه شی چه د ده په وړاندی راوړل
شوی نه وی.
KU
دوه سوه څلور اويايمه ماده -د حکم صادرونه په ښکاره غونډه کښی کيږی که څه ھم په دعوی باندی غور په پټه غونډه
کښی شوی وی .د حکم علنيت د غونډی په محضر کښی ثبتيږی او د محکمی د رئيس او محرر له خوا امضاء کيږی.
محکمه داسی تدبير نيولی شی چه ھغی غونډی ته د تورن حاضری تضمين کاندی چه د حکم د نطق دپاره ټاکل شوی ده او
تورن ونه کړی شی چه په حکم باندی د نطق نه مخکښی د غونډی له غولی ووځی.
په دغو تدبيرونو کښی د تورن د توقيف او ګرفتارۍ امر ھم شامل دی خو په دی شرط چه پيښه له يو داسی قسمه وی چه د
AC
دوه سوه پنځه اويايمه ماده -که چری پيښه ثابته نه وی يا په قانون کښی د جزا وړ نه وی محکمه خپل حکم د تورن په
برائت صادروی او دی په دی شرط چه يواځې په ھمدی پيښه کښی توقيف وی خالصوی.
که چری پيښه ثابته او فعل د جزا وړ وی محکمه د مقرری جزا په ټاکنه خپل حکم صادروی.
دوه سوه شپږ اويايمه ماده -که چری ابتدائيه محکمی ته دا څرګنده شی چه پيښه د جنايت له نوعی ده نو په موضوع کښی
د پريکون د صالحيت په نه لرلو باندی خپل حکم صادروی او قضيه د الزمو اجراءاتو دپاره څارنوالی ته ارجاع کوی.
دوه سوه اووه اويايمه ماده -تورن ته په داسی پيښه چه د تورن د احالی په امر يا د احضار په پاڼه کښی داخله نه وی او
دغه شان د تورن نه غير بل داسی چاته چه د ھغه خالف دعوی نه وی سوره شوی جزا ورکول جواز نه لری.
دوه سوه اته اويايمه ماده -محکمه کولی شی چه په خپله ھغه فيصله کښی چه صادروی ئی تورن ته د نسبت شوی تور
قانونی وصف وګرځوی ،د غه شان محکمه کولی شی چه د تورن تور د جزا سختولو د موجباتو زياتولو له الری چه د
غونډی په تحقيق يا غور کښی تثبيت شوی وی که څه ھم د تورن د احالی په امر يا د احضار په پاڼه کښی درج شوی نه
وی تعديل کاندی.
محکمه کولی شی چه د ھری عادی خطاء د سمون او د ھری داسی سھوی د راګرځولو اقدام وکړی چه د احالی په امر يا
احضارپاڼه کښی د درج شوی اتھام په عبارت کښی موجود وی.
محکمه مکلفه ده چه په وارد کړی تغيير باندی تورن خبر کړی او که تورن وغواړی نو ورته مھلت ورکړی چه د جرم د
وصف ګرځولو يا د اتھام د تعديل په مقابل کښی خپله دفاع تياره کاندی.
دوه سوه نه اويايمه ماده -د دی قانون د دوه سوه شپږ څلويښتمی مادی د وروستۍ فقری د حکم له رعايت سره سره د
جزائی دعوی په باب چه ھر حکم صادريږی بايد چه د حق العبد د مدعی د غوښتنو او د تورن له خوا د غوښتل شوی
عوض په باب د محکمی په تصميم باندی مشتمل وی.
که چری د تورن له پلوه د عوض د غوښتنی په باب تصميم نيولو د جزائی دعوی په باب د حکم په صادرولو کښی ځنډ
KU
پيښاوه محکمه کولی شی چه په دغه غوښتنه باندی د غور کولو په دوران کښی د جزائی دعوی په باب خپل حکم صادر
کړی .په دی حالت کښی د عوض دعوی په حقوقی محکمو کښی بې د محصول له ورکولو سورول کيدلی شی.
دوه سوه اتيايمه ماده -د حکم سره يو ځای بايد موجبه اسباب ذکر شی .که چری حکم په الزام باندی بنا شوی وی نو دا
ضروری ده چه په دغه حکم کښې ھغه پيښه چه د جزا مستوجبه ده او د ھغی کوايف او ھغه قانونی نص بيان شی چه د
حکم د صادريدلو باعث شوی دی.
AC
دوه سه يو اتيايمه ماده -محکمه د ھغو غوښتنو په پريکون چه د خصومو له خوا وړاندی شوي دی د حکم د موجبه اسبابو
د بيان سره مکلفه ده.
دوه سوه دوه اتيايمه ماده -حکم او اسباب ئی د صادريدلو له نيټی نه لس ورځی پس ليکل کيږی ،د محکمی رئيس پری
مھر لګوی او د محکمی رئيس او محرر ئی امضا کوی .که چری رئيس د يو عذر له مخې ونه کړی شی چه ھغه مھر او
امضاء کړی د ھغو قاضيانو نه يو چه له ده سره ئی د حکم په صادرولو کښی ګډون کړی دی ھغه مھر او امضاء کوی .او
که چری د ابتدائيه محکمی له پلوه صادر شوی وی او د دغی محکمی قاضی د حکم اسباب پخپل خط ليکلی وی خو د يو
عذر له مخه ئی د ھغه امضاء کول له واکه نه وی پوره شوی دواليت د محکمی رئيس کولی شی چه پخپله د اصل حکم
نسخه مھر او امضاء کړی يا د محکمی يو غړی د ھغه په مھر او امضاء موظف کاندی .که چری ابتدائيه قاضی د حکم
اسباب پخپل خط نه وی ليکلی حکم له دی کبله چه د اسبابو ذکر پکښی نشته باطليږی.
د لسو ورځو د ټاکلی ميعاد نه د حکم د امضاء کولو ځنډ د قوی موجباتو نه پرته جواز نه لری .خو په ھر حال ھغه حکم
چه له صادريدو نه پس په ديرشو ورځو کښی دننه دننه مھر او امضاء نه شی باطل ګڼل کيږی بی له دی چه حکم په برائت
صادر شوی وی .د محکمی د تحريراتو دفتر مکلف دی چه د دعوی ذيدخل شخص ته د ھغه د غوښتنی له مخه تصديق
ورکړی چه دغه حکم په ټاکلی ميعاد کښی مھر او امضاء شوی نه دی.
دوه سوه دری اتيايمه ماده -که چری محکمه په صغير تورن باندی حکم صادر کړی او بيا وليدل شی چه د جزا تطبيق له
ھری نوعی چه وی د محکوم عليه د حال سره مناسب نه دی محکمه ھر وخت کوالی شی چه د لوی څارنوال په غوښتنه
په ھغه باندی له نوی سره غور وکړی.
له نوی سره د غور کولو په وخت کښی په صغارو پوری د مختصی جزا نه پرته حکم کول جواز نه لری.
دوه سوه څلور اتيايمه ماده -که چری محکمه په تورن باندی په دی خيال چه عمر ئی له پنځلسو کلونو اوښتی دی خپل
حکم صادر کړی او بيا د رسمی پاڼو له مخه د ھغه خالف څرګند شی څارنوالی کولی شی چه موضوع محکمی ته له نوی
سره د غور کولو دپاره وړاندی کړی ،په دی حالت کښی د محکمی د حکم چلونه ځنډيږی خو د دی قانون په يو سل اتمه
ماده کښی ذکر شوی احتياطی تدبير کول جواز لری -که چيری د تورن خالف د محکمی حکم په صغارو پوری د مختصو
جزاګانو له جملې څخه وی او بيا د رسمی پاڼو له مخه څرګنده شی چه د محکوم عليه عمر له پنځلسو کلونو اوښتی دی
KU
لوی څارنوال کولی شی چه د حاکمی محکمی نه وغواړی چه په خپل صادر کړی حکم باندی له نوی سره غور وکړی او
د قانون له احکامو سره سم حکم وکړی.
نھم فصل
د دعوی لګښت
AC
دوه سوه پنځه اتيايمه ماده -ھغه تورن چه د جرم د ارتکاب له کبله محکوم عليه واقع شی محکمه کولی شی چه ھغه د
محاکمی د ټول يا ځينی لګښت په ورکولو مکلف کړی.
دوه سوه شپږ اتيايمه ماده -که چری د استيناف په مرحله کښی د ابتدائيه محکمی حکم تائيد شی د مستأنف تورن مکلفيت
په ټول يا ځينی لګښت جواز لری.
دوه سوه اووه اتيايمه ماده -ستره محکمه کولی شی چه که اعتراض د قبليدو يا اوريدلو وړ واقع نه شی معترض تورن د
ټول يا ځينی لګښت په ورکولو مکلف کاندی.
دوه سوه اته اتيايمه ماده -که چری د تورنو يوه ډله يو جرم له کبله د جرم د فاعلينو يا مشترکينو په حيث په يوه حکم کښی
محکوم عليھم واقع شی د محکوم بھا لګښتونو په ورکولو يو شان مکلفيږی خو په دی شرط چه لګښت په اصل حکم کښی
بل شان نه وی ويشل شوی او يا محکومين د ھغه په تضامنی ورکړه نه وی مکلف شوی.
دوه سوه نه اتيايمه ماده -که چيری تورن د ټول لګښت په ورکولو نه وی محکوم شوی په کار دی چه ھغه مقدار چه دی
پری محکوم شوی دی په حکم کښی څرګند کړی شی .که چری د محکمی په حکم کښی د محکوم عليه له طرفه د لګښتونو
د ورکړی ھيڅ ذکر نه وی شوی دی د لګښت په ورکړه مکلف ګڼل کيږی.
دوه سوه نوی يمه ماده -د حق العبد مدعی ھم د قانون مطابق مکلف کيدی شی چه د محکمی لګښت دولت ته ورکړی ،د
دی لګښت د اندازه کولو او د ھغه د تحصيل د الرو چارو په باب د قضائی محصوالتو د قانون احکام او په ھغه پوری
مربوط مقررات تطبيقيږی.
دوه سوه يو نوی يمه ماده -که چری د جرم د ارتکاب له مخه د تورن په الزام باندې حکم صادر شی نو په کار دی چه
تورن د ھغه لګښت په ورکړه ھم مکلف کړی شی چه د حق العبد مدعی ورکړی دی .او محکمه صالحيت لری چه د دغو
لګښتونو ھغه برخه چه ورته د حق العبد د مدعی له خوا بی موجبه لګيدلې ښکاره شی کمه کاندی.
خو که چری محکمی د حق العبد مدعی د ادعا په يوه برخه کښی ھم محکوم له نه کړ نو د محاکمی لګښت د مدعی له خوا
ورکول کيږی او که چری د حق العبد مدعی د دعوی په ځينو برخو کښی محکوم له شی محکمه کولی شی چه دی د
KU محاکمی په ځينو لګښتونو محکوم کاندی.
دوه سوه دوه نوی يمه ماده -ھغه مقررات چه د حق العبد د دعوی د لګښتونو په باب په تورن تطبيقيږی ھماغه مقررات د
حق العبد په مسئول باندی ھم تطبيقيږی.
دوه سوه دری نوی يمه ماده -که چری تورن د جزائی دعوی په ټول يا ځينی لګښت محکوم شی د حق العبد مسئول ھم له
AC
ده سره د محکوم بھا لګښت په ورکړه مکلفيږی .محکوم بھا لګښت په دی صورت کښی له دوی څخه په تضامنی ډول
تحصيليږی.
لسم فصل
دوه سوه څلور نوی يمه ماده -که چيری جرم پخپله د قاضی په مقابل کښی شوی وی ،يا قاضی د دعوی په باب د قضائی
ضبط د مامور ،د څارنوالی يا د خصومو له جملې څخه د يوه د دفاع وظيفه اجرا کړی وی ،يا ئی په دغه باب شاھدی ويلی
يا ئی د اھل خبره وظيفه په ځای کړی وی د دعوی په غور کښی ګډون نه شی کولی.
که چری قاضی د دعوی تحقيق کړی وی د حکم په صادرولو کښی ګډون نه شی کولی .ھغه قاضی چه د اعتراض الندی
راغلی حکم ئی صادر کړی وی په استينافی غور کښی ګډون نه شی کولی.
دوه سوه پنځه نوی يمه ماده -خصوم د پورتنۍ مادی په ذکر شويو حاالتو کښی او د -رد په نورو حاالتو کښی چه د
حقوقی اجراءاتو په باب احکامو کښی ذکر کيږی د قاضيانو د -رد حق لری .د څارنوالی د غړو او د قضائی ضبط د
مامورينو رد جواز نه لری.
دوه سوه شپږ نوی يمه ماده -کله چه د ابتدائيه قاضی د ،رد له اسبابو څخه يو سبب منځ ته راپريوځی دی د دی خبری نه
د واليت د محکمی رئيس خبروی او که چيری رد د واليت د محکمی کوم غړی ته متوجه و .موضوع ھمدغی محکمی ته
وړاندی کيږی.
که چيری د قاضی په وړاندی په قانون کښی د ،رد د ذکر شويو حاالتو نه غير داسی اسباب رابرسيره شی چه قاضی د
ھغو له مخه په دعوی باندی غور کول د ځان دپاره مناسب نه ګڼی دی کولی شی چه په دعوی باندی له غور کولو څخه د
ځان د ژغورنې موضوع د واليت د محکمی رئيس يا دغی محکمی ته وړاندې کړی.
دوه سوه اووه نوی يمه ماده -د قاضی د ،رد غوښتنه ھغی محکمی ته وړاندې کيږی چه دعوی ئی د غور الندی ده او د
ھغی په باب حقوقی او تجارتی احکام تطبيقيږی .د تحقيق د قاضی يا د ابتدائيه قاضی د ،رد غوښتنه د واليت محکمی ته
KU وړاندی کيږی.
په غوښتنه باندی د غور کولو په وخت د قاضی استنطاق يا ورته سوګند ورکول جواز نه لری.
که چيری د تحقيق قاضی يا د واليت د محکمی غړی د رد له غوښتنی سره موافقه وکړی او يا يې له غوښتنی پخپله د غور
نه ځان ژغورنه مناسب وګڼی او د -رد غوښتنه يا د ځان ژغورنی تصميم د واليت د محکمی د رئيس له پلوه او که د
AC
واليت د محکمی غړی وی د واليت د محکمی له پلوه تائيد شی نو قاضی د غور نه ځان ډډی ته کوی .د دی حالت نه غير
د -رد په غوښتنه د قانون سره سم غور کيږی.
يوولسم فصل
د بطالن موارد
دوه سوه اته نوی يمه ماده -په اساسی اجراآتو کښی د قانون د احکامو مراعات نه کول د اجرآتو د بطالن موجب دی.
دوه سوه نه نوی يمه ماده -که چری د محکمی د تشکيل په باب يا ئی د حکم په صادرونه کښی د واليت په باب يا د ھغه
جرم د نوعيت له حيثه چه د محکمی د غور الندی دی د محکمی د صالحيت په باب يا د نظام عامه په نورو مربوطو
مواردو کښی د قانون د حکمونو د نه رعايت له کبله بطالن پيښ شوی وی د دعوی په ھر حالت کښی پری تمسک کيدی
شی .په دغسی حالتونو کښی محکمه مکلفه ده چه په دغه باب کښی بی له غوښتنی ھم په بطالن باندی حکم صادر کړی.
دری سومه ماده -په پورتنۍ ماده کښی د درج شويو حاالتو نه پرته که چيری د جناياتو او جنحو په باب د دليلونو د ټولونی
يا لومړی تحقيق ،يا په غونډه کښی د تحقيق مختص اجرآت د تورن د مدافع وکيل په مخکښی شوی وی او ده پری
اعتراض نه وی کړی د اجراآتو د بطالن په اساس د تورن د دفع ويلو حق سوځی په قباحتونو کښی که چری اجراآت د
تورن په مخکښی وشی او دی پری اعتراض ونه کړی که مدافع وکيل ورسره ھم نه وء د بطالن په اساس د دفع ويلو حق
ئی سوځی.
دغه شان که چيری څارنوالی د اجراآتو د کيدو په وخت کښی اعتراض ونه کړی د بطالن په اساس د دفع ويلو حق ئی
سوځی.
دری سوه يوه ماده -که چری پخپله يا د ھغه وکيل په غونډی کښی حاضر شی د احضارپاڼی په بطالن تمسک نه شی
کولی خو دا کولی شی چه د احضارپاڼی د سمونې غوښتنه وکاندی او يا په غور باندی د الس پوری کولو نه لومړی دفاع
ته د ځان تيارولو دپاره وخت وغواړی ،محکمه د ده دا غوښتنی منی.
دری سوه دوھمه ماده -قاضی کولی شی چه د اجراآتو د ھری ھغه برخې د سمولو اقدام وکړی د کومی بطالن چه ده ته
څرګند شی ،که څه ھم دا کار يواځی ده مناسب ګڼلی وی.
KU
دری سوه دريمه ماده -کله چه د اجراآتو د يوی برخې بطالن تثبيت شی څومره آثار چه پری مرتب شوی وی ھغه ھم
باطل ګڼل کيږی .باطل اجراآت چه څه وخت ممکن شی بايد بيرته وګرځول شی.
دری سوه څلورمه ماده -که چری په ھغه حکم يا امر کښی چه د تحقيق د قاضی يا د واليت د محکمی د رئيس له پلوه
صادر شوی وی مادی خطا پيښه شوی دی او بطالن ته نه وی رسيدلی ھماغه مقام چه دغه حکم يا امر ئی صادر کړی دی
د خپله ځانه يا له خصومو څخه د يوه د غوښتنی له مخه په حاضرۍ باندی د دوی د مکلفولو نه پس د ھغی د سمولو اقدام
AC
کوی .د سمونی اجراآت د خصومو د ويناوء د اوريدلو نه پس کيږی او د صادر شوی حکم يا امر په حاشيه کښی د ھغه
امر يادونه کيږی چه د دغو اجراآتو نه وروسته صادريږی.
دولسم فصل
ليونی تورن
دری سوه پنځمه ماده -که چری د توقيف شوی تورن د عقلی حالت تثبيت الزم وګڼل شی د تحقيق قاضی يا ابتدائيه قاضی
او دغه شان ھغه محکمه چه دعوی ئی د غور الندی ده کولی شی چه د څارنوالی د غوښتنې له مخه د څارنوالی د
اظھاراتو د اوريدو نه پس امر وکاندی چه تورن دې د دی مقصد دپاره په يو رسمی مختص محل کښی يو يا څو واری
معاينه کړی شی .د دی قسم معاينو ټوله موده له پنځه څلويښتو ورځو نه زياتيدی نه شی که چری تورن توقيف نه وی په
ھر بل مناسب ځای کښی معاينه کيدی شی.
دری سوه شپږمه ماده -که چيری ثابته شی چه تورن د ھغه عقلی ګډوډۍ له کبله چه د جرم د پيښيدو نه پس ورته پيښه
شوی ده د خپل ځان د دفاع قدرت نه لری په محکمه کښی د ده خالف د دعوی سورنه د ده تر په سد کيدو پوری ځنډيږی.
که چری پيښه داسی جنايت يا جنحه وی چه جزا ئی حبس وی نو د تحقيق قاضی يا ابتدائيه قاضی او يا د واليت ھغه
محکمه چه دعوی ئی د غور الندی ده کولی شی چه د عقلی ناروغيو د عالج په يوه مرجع کښی تر په سد کيدو پوری د ده
د نظربندۍ امر وکاندی.
دری سوه اوومه ماده -د ضروری او عاجلو اجراآتو له کولو نه مخکښی د دعوی ځنډول جواز نه لری.
دری سوه اتمه ماده -د دی قانون د دری سوه پنځمی او دری سوه شپږمی مادی په مندرجو حاالتو کښی ھغه موده چه
تورن ئی د معاينی يا نظربندۍ الندی تيروی د محکوم بھا جزا له جملې څخه حسابيږی.
دری سوه نھمه ماده -که چری د دعوی سورولو په نه ضرورت امر يا د تورن په برائت حکم صادر شی او حکم د
صادريدو باعث د تورن د عقل ګډوډی وی نو که چری پيښه داسی جنايت يا جنحه وه چه جزا ئی حبس وی ھغه مقام چه
دغه امر يا حکم صادروی د عقلی ناروغيو د عالج په يوه مرجع کښی د ده د نظربندۍ او په ھغه وخت کښی چه مربوط
KU مقامات ئی الزم وګڼی د ده د آزادو پريښودلو حکم صادروی.
دريم باب
د جناياتو محکمی
AC
لومړی فصل
دری سوه لسمه ماده -په ھره واليت محکمه کښې د جناياتو يوه يا څو محکمی جوړيږی چه په ھره يوه کښی ئی د واليت
د محکمی دری تنه قاضيان وی.
دری سوه يولسمه ماده -د واليت د محکمی لويه غونډه د ھر کال په لومړۍ مياشت کښې د محکمی د رئيس په غوښتنه د
خپلو غړو له منځه د جناياتو د محکمو قاضيان ټاکی .که چری يو قاضی ته چه د جناياتو د محکمی په غړيتوب ټاکل شوی
دی د کال په دوران کښی کوم مانع رابرسيره شی د واليت د محکمی رئيس د ده په ځای بل شخص ټاکی.
په عاجلو حاالتو کښی د واليت د محکمی رئيس کولی شی چه د ده وظيفه اجرا کاندی.
دری سوه دولسمه ماده -قاضی القضات د ضرورت په وخت کښی د واليت د محکمی د رئيس د پيشنھاد له مخه کولی شی
چه د ابتدائيه محکمو له قاضيانو څخه يو په خدمتی طور د جناياتو د محکمی په غړيتوب وټاکی .دا ټاکنه د يوی دوری يا د
ھغی نه د زياتی مودی دپاره کيدی شی.
دری سوه ديارلسمه ماده -د جناياتو محکمه د ھری ابتدائې محکمی په قضائی ونډ کښی غونډيږی او د ھغی قضائی ونډ د
ابتدائيه محکمی قضائی ونډ دی.
که ضرورت پيښ شی د جناياتو محکمه د واليت د محکمی د رئيس په غوښتنه او د قاضی القضات په منظورۍ په بل ځای
کښی ھم خپله غونډه کوالی شی.
دری سوه څوارلسمه ماده -د جناياتو محکمی په مياشت کښی يو ځل غونډه کوی بې له دی چه قاضی القضات ورته د دی
خالف امر وکړی .په ھره مياشت کښی د جناياتو د محکمی د غونډی موده د انعقاد د دوری په نامه ياديږی.
دری سوه پنځلسمه ماده -د جناياتو د محکمی د انعقاد د دوری د افتتاح نيټه کم نه کم يوه مياشت مخکښی د قاضی القضات
د قرار او د واليت د محکمی د رئيس د غوښتنی له مخی ټاکل کيږی او په رسمی جريده کښی خپريږی.
دری سوه شپاړسمه ماده -د ھری دوری قضايا چه د غور دپاره د جناياتو محکمی ته رسيږی د رارسيدلو په ترتيب په
فھرست کښی نيولی کيږی او په فھرست کښی د داخلو قضاياوو د غور تر ختميدو پورې خپلی غونډی جاری ساتی.
KU عاجلی قضيې د ھغو د خاصو مقرراتو مطابق د غور الندی نيولی کيږی.
دری سوه اووه لسمه ماده -د جناياتو محکمی ته د دعوی احاله د واليت د محکمی د رئيس د امر له مخې کيږی.
دوھم فصل
AC
د جناياتو د محکمو په وړاندې اجراآت
دری سوه اتلسمه ماده -د جناياتو د محکمی رئيس مکلف دی چه د دوسيی له رارسيدلو نه پس ھغه غونډه وټاکی چه دغه
قضيه پکښی د غور الندی نيوله کيږی .دغه شان د جناياتو د محکمی رئيس مکلف دی چه د انعقاد له دورو څخه د ھری
دوری د قضيو په فھرست باندی نظر واچوی ،د قضيو پاڼی د محکمی غړو ته وليږی او امر صادر کړی چه په قضيه
باندی د غور کولو ورځ دې تورن او نورو خصومو او شاھدانو ته ابالغ شی.
دری سوه نولسمه ماده -محکمی ته د تورن او نورو خصومو او شاھدانو د حاضريدو مکلفيت د غونډی د کيدو نه بايد کم
نه کم اته ورځی مخکښی وشی.
دری سوه شلمه ماده -د جناياتو په محکمو کښی د جنحو او قباحتونو د قضيو په غور پورې ټول مربوط احکام تطبيقيږی
بې له دی چه قانون ئې په خالف تصريح کړی وی.
دری سوه يويشتمه ماده -د جناياتو محکمه کولی شی چه کوم شاھد بې د معقوله عذره محکمی ته له راتللو ډډه وکړی او
دغه شان ھغه شاھد چه د سوګند کولو نه ئې ځان ژغورلی او يا ئې د محکمی پوښتنو ته د ھغو حاالتو نه بھر چه قانون
ورته اجازه ورکړی ده د جواب ويلو نه انکار کړی وی د يوی داسی مودی په حبس چه ميعاد ئی له شپږو مياشتو زيات نه
وی او يا په نقدی جريمه ورکولو چه مبلغ ئی له لسو زرو افغانيو زيات نه وی محکوم کړی .په دی حالت کښی ھم د دی
قانون د دوه سوه نه ويشتمی مادی د احکامو مطابق د شاھد د ګرفتارۍ او حاضرولو په باب د محکمی حق خوندی دی.
دری سوه دوه ويشتمه ماده -ھر خصم دا کولی شی چه ھغه شاھدان چه نومونه ئی د جناياتو د محکمې د رئيس په ترتيب
کړی فھرست کښی نه وی درج شوی پخپل مصرف د محکمی د تحريراتو دفتر ته د ھغو د تګ راتګ د لګښتونو په
مخکښی ورکولو جلب کړی خو په دی شرط چه د دوی د اظھاراتو اوريدنه مفيده وګڼله شی.
د نورو خصومو له جملې نه ھر يو دا کولی شی چه د ھغوی د شاھدۍ له اوريدنې سره که بيځايه وی مخالفت وکاندی.
دری سوه درويشتمه ماده -که چری د موجبه اسبابو له مخه په قضيه باندی د غور ټالول ضروری شی نو بايد چه د ټالولو
دوره که ھغه روانه دوره وی او که راتلونکی دوره وی تر اتو کاملو ورځو پوری وټاکله شی.
دری سوه څليرويشتمه ماده -يواځی ھغه مدافع وکيالن د جناياتو د محکمی په وړاندی وظيفه اجرا کولی شی چه د ستری
محکمی يا د استيناف يا د واليت محکمو په وړاندی د دفاع د وکالت کولو اھليت لری.
KU
دری سوه پنځويشتمه ماده -مدافع مکلف دی چه د تصديق شوی عذر يا مانع لرلو د حالت نه پرته غونډی ته حاضر او د
تورن دفاع وکړی او يا د دی وظيفی دپاره خپل قايمقام وټاکی که داسی نه وی نو دی د جناياتو د محکمی له پلوه د يوی
داسی نقدی جزا په ورکولو محکوميږی چه مبلغ ئی له پنځو زرو افغانيو نه زيات نه وی .دا حکم د ضرورت په وخت
کښی مدافع ته د تاديب ورکولو مخه نه نيسی او محکمه کولی شی چه دی د نقدی جزا د ورکړی نه معاف کړی.
درې سوه شپږويشتمه ماده -که چری مدافع وکيل د قانون په احکامو برابر د محکمی له خوا د فقير تورن په دفاع کولو
AC
موظف شوی وی دی کولی شی چه د دولت نه د اجرت غوښتنه وکړی ،محکمه اجرت په اندازه کولو کښی خپلواکه ده او
په دغه باب د ھغی په قرار باندی اعتراض نه شی کيدی.
دری سوه اووه ويشتمه ماده -که چری محکمی ته دا خبره جوته شی چه لکه د احالی په امر او په غونډه کښی د غور نه
اول ويل شوی دی قضيه جنحه ده کولی شی چه د صالحيت نه لرلو په باب خپل حکم صادر او قضيه ابتدائيه محکمی ته
حواله کاندی .که چری دا خبره په غونډه کښی د غور الندی د قضيی د راوستلو نه پس جوته شی نو محکمه د ھغی د
پريکړې اقدام کوی.
دری سوه اتويشتمه ماده -که چری ھغه جنحه چه د جنايت سره تړون لری د جناياتو محکمی ته حواله کړی شی او
محکمه په قضيه باندی د غور کولو نه مخکښی دا جوته کړی چه دغه تړون بيځايه دی نو جنحه د جنايت نه بيلوی او
مربوطی ابتدائيه محکمی ته ئی سپاری.
دری سوه نه ويشتمه ماده -د جناياتو محکمه د اعدام حکم د رايو د اتفاق نه پرته نه شی صادرولی.
دريم فصل
ھغه اجراآت چه د جناياتو په مسئلو کښی د غايب تورن په باب عملی کيږی.
دری سوه ديرشمه ماده -که چری په جنايت باندی د تورن د احالی امر د جناياتو محکمی ته صادر شی او دی د غونډی په
ورځ سره له دی چه د احالی د امر او احضارپاڼی له مخه موضوع پخپله ده ته ابالغ شوی وی حاضر نه شی حکما ً حاضر
ګڼل کيږی او محکمه کولی شی چه د ده پشی شا خپل حکم صادر کاندی .محکمه دا ھم کولی شی چه دعوی وټالوی او
دوھم وار په حاضريدو باندی د ده د مکلفيت امر او يا ئی د ګرفتارۍ او حاضرولو امر صادر کړی.
دری سوه يو ديرشمه ماده -که چری تورن د افغانستان نه بھر ھستوږنه لری نو د ده د احضار پاڼه د سپارلو امر د ده
پخپل ھستوږنځی کښی که چری معلوم وی د ھغه ميعاد نه چه په دعوی باندی د غور کولو د غونډی دپاره ټاکل شوی دی
کم نه کم يو مياشت مخکښی د مزل د وھلو دپاره د مناسب وخت د زياتولو سره سره سپارل کيږی .که چری تورن غونډی
ته حاضر نه شی او دا خبره ثابته شی چه احضار پاڼه او د احالی امر پخپله ده ته ابالغ شوی دی حکما ً حاضر ګڼل کيږی
دری سوه دوه ديرشمه ماده -د دی قانون د دوه سوه ديارلسمی مادی د وروستۍ فقری د حکم د رعايت سره سره ھيڅوک
دا نه شی کولی چه د قانونی صالحيت نه پرته محکمی ته حاضر شی او د غايب تورن دفاع يا نيابت وکاندی.
دری سوه دری ديرشمه ماده -په غونډه کښی لومړی د احالی امر او بيا تورن ته د ابالغ د اثبات پاڼی لوستل کيږی.
AC
څارنوالی او د حق العبد مدعی که څه اظھارات او غوښتنی لری په خبرو الس پوری کوی او بيا که الزمه وی محکمه د
شاھدانو شاھدی اوری او ورپسی د دعوی د پريکړی اقدام کوی.
دری سوه څلور ديرشمه ماده -ھر څوک چه د حکمی حضور له مخه په جزا محکوم شی پخپل مال کښی د تصرف کولو،
د ھغه د اداره کولو او په خپل نامه باندی د دعوی سورولو د اھليت نه بالتبع منع کيږی.
دغه شان د قانون د حکم له مخه د ده ھر قسم تصرف او التزام باطل دی.
د واليت ھغه محکمه چه د محکوم عليه مال د ھغی په قضائی ونډ کښی دننه دی د څارنوالی يا د يو بل ذيعالقه مقام په
غوښتنه د دغو مالونو د څار دپاره يو شخص ټاکی .محکمه ھغه څوک د ضمانت په ورکولو مکلفولی شی چه د محکوم
عليه د مال د څارنی دپاره ئې ټاکی .دا شخص د مال د څارنی او د حساب وړاندی کولو د ټولو چارو په باب د محکمی په
وړاندی جوابده دی .مثبت مالی وجايب د قانون د احکامو مطابق د محکوم عليه د مال څخه ادا کيږی.
دری سوه پنځه ديرشمه ماده -که چری د تورن د حاضريدلو نه پس په موضوع کښی حکم صادر شی او يا تورن د
شخصيه احوالو د قاعدو مطابق حقيقتا ً يا حکما ً مړ ثابت شی د محکوم عليه د مال څارنه ختميږی ،څارونی د څارنی د پای
ته رسيدو نه پس د حساب په وړاندی کولو مکلف دی.
دری سوه شپږ ديرشمه ماده -ھغه جزا چه د حکمی حضور له مخه په صادر شوی حکم کښی درج ده د امکان تر حده
پوری تطبيقيږی.
دری سوه اووه ديرشمه ماده -د تضميناتو په باب د شوی حکم تطبيق د ھغه د صادريدو له وخته جواز لری.
د حق العبد مدعی د کفالی په ورکولو مکلفيږی او يا دا چه قانون د دی په خالف تصريح کړی وی او يا د واليت د محکمی
له خوا د ھغی د ورکړی څخه معاف شوی وی.
دری سوه اته ديرشمه ماده -په جناياتو کښی چه د جناياتو د محکمی له پلوه د تورن پشی شا کوم حکم صادر شوی وی
ھغه د زمانی په اوښتو نه ساقطيږی ،محکوم بھا جزا د زمانی په مرور ساقطيږی او د ھغی د سقوط له مخه حکم قطعی
کيږی او ھر وخت چه تورن حاضر شی محاکمه ئی جارويستل کيږی.
دری سوه نه ديرشمه ماده -که چری پشی شا محکوم عليه د زمانی په اوښتو باندی د جزا له ساقطيدو نه مخکښی حاضر
KU
او يا ګرفتار شی نو په خوا چه د جزا يا تضميناتو په باب کوم حکم صادر شوی دی باطليږی او په دعوی باندی غور د
محکمی په وړاندی له نوی سره جارويستل کيږی.
که چری د تضميناتو په باب مخکښی صادر شوی حکم نافذ شوی وی محکمه د ټول يا ځينی مبلغ په بيرته ورکولو حکم
کوی .که چری غيابی محکوم عليه ومری د تضميناتو حکم د ورثه وء په وړاندی جارويستل کيږی.
AC
دری سوه څلويښتمه ماده -د يو نفر تورن غياب په دعوی کښی د نورو تورنو په باب د حکم د صادريدو د ځنډيدلو نه
باعث کيږی.
دری سوه يو څلويښتمه ماده -که چری د ھغی جنحی تورن غايب شی چه د جناياتو محکمی ته وړاندی شوی وی د ده په
باب د جنحو په باب د غور د واکمنی محکمې معمول اجراآت تطبيقيږی.
دريم کتاب
لومړی باب
استيناف
دری سوه دوه څلويښتمه ماده -تورن او څارنوالی ھر يو دا کولی شی چه د ھغو احکامو د استيناف اقدام وکړی چه د
ابتدائيه محکمی له پلوه د جنحی د جرايمو په باب په جزائی دعوو کښی صادر شوی وی.
ھغه احکام چه د ابتدائيه محکمی له پلوه د قباحتونو په باب صادريږی استيناف ئی په دی شرط جواز لری چه:
الف -مستأنف تورن د لګښتونو د ورکړی يا د نقدی جزا نه پرته په بله جزا محکوم شوی وی.
ب -څارنوالی چه د استيناف غوښتنه ئی کړی ده د ابتدائيه محکمی نه ئی د نقدی جزا يا د لګښتونو د ورکړی د جزا نه
پرته د بلې جزا غوښتنه کړی وی خو د محکمی حکم د تورن په برائت صادر شوی وی او يا ئی په ھغه څه حکم نه وی
صادر کړی چه څارنوالی ئی غوښتنه کړی وی.
د دی دوو حالتونو نه پرته تورن يا څارنوالی د استيناف غوښتنه نه شی کولی بی له دی چه د اعتراض الندی راغلی حکم
د قانون په مخالفت او يا ئی تاويل او تطبيق په خطا باندی بنا شوی وی او يا په حکم کښی بطالن پٻښ شوی وی او يا په
اجراآتو کښی بطالن راغلی وی او په حکم ئی تاثير اچولی وی.
دری سوه دری څلويښتمه ماده -د حق العبد مسئول چه محکمی د ده تدخل د دی قانون د دوه سوه نه څلويښتمی مادی د
حکم مطابق منلی وی کولی شی چه د تورن په نفع د ھغه حکم استيناف وغواړی چه په جزائی دعوی کښی د ده خالف
KU صادر شوی وی.
دری سوه څلور څلويښتمه ماده -په ھغو جرائمو کښی د صادر شوی حکم استيناف چه يو له بله د نه بيليدونکو جرائمو په
باب صادر شوی وی که څه ھم مستانف يواځی د دی جرائمو د يوی برخی په باب د استيناف حق لری جواز لری.
دری سوه پنځه څلويښتمه ماده -ھغه حکمونه چه د عدم صالحيت په باب صادر شوی وی استيناف پری کيدی شی.
AC
د صالحيت په باب د صادر شويو حکمونو استيناف په دی شرط جواز لری چه حاکمه محکمه په دعوی کښی د حکم کولو
واليت ونه لری.
دری سوه شپږ څلويښتمه ماده -د دری سوه پنځه څلويښتمی مادی د حکم د رعايت سره سره د تحضيری او تمھيدی
احکامو استيناف او د ھغو حکمونو استيناف چه په لومړنو مسايلو کښی صادر شوی دی د موضوع د دعوی د پريکون نه
مخکښی جواز نه لری.
ھر کله چه په اصل موضوع کښی د صادر شوی حکم استيناف وشی د دی قسم احکامو استيناف ورسره پخپله کيږی.
دری سوه اووه څلويښتمه ماده -د صغير تورن د ھغه حکم استيناف نه قبليږی چه د ده خالف د توبيخ يا پالر و مور يا
ولی ته د ده د سپارلو په باب صادر شوی وی.
دری سوه اته څلويښتمه ماده -د ھغو حکمونو استيناف چه د حقوقی دعوی په باب د جنحې يا قباحت په قضيو کښی د
ابتدائيه محکمی له پلوه صادر شوی وی د حق العبد د مدعی ،د حق العبد د مسئول يا تورن له پلوه يواځی د قضيی د حق
العبد په باب په دی شرط جواز لری چه غوښتل شوی غوضونه د ھغه نصاب نه زيات وی چه د ابتدائيه محکمی د نھائی
حکمونو دپاره ټاکل شوی دی.
دری سوه نه څلويښتمه ماده -د حکم استيناف د حکم د اعالم نه وروسته په لسو ورځو کښی دننه دننه د ھغی محکمی د
تحريراتو دفتر ته چه حکم ئی صادر کړی دی د غوښتن ليک په وړاندی کولو کيږی.
لوی څارنوال کولی شی چه د حکم د صادريدو نه پس په ديرشو ورځو کشی دننه دننه د ھغه د استيناف اقدام وکړی.
دی دا ھم کولی شی چه د استيناف غوښتنه د ھغی محکمې د تحريراتو دفتر ته وړاندی کړی چه د استيناف په غوښتن ليک
باندی د غور کولو واک لری.
دری سوه پنځوسمه ماده -د ھغو حکمونو د استيناف نيټه چه د محکوم عليه د حکمی حضور له مخه صادريږی د ھغه
وخت نه حسابيږی چه حکم ده ته اعالم شوی وی.
دری سوه يو پنځوسمه ماده -که چيری يو خصم د لسو ورځو په موده کښی دننه دننه چه د استيناف دپاره ټاکل شوی ده د
حکم د استيناف اقدام وکړی نو د ده د داسی د مقابل لوی استيناف نيټه چه د استيناف حق لری د دغو لسو ورځو د ختميدو
نه پس پنځه ورځی اوږديږی.
KU
دری سوه دوه پنځوسمه ماده -استيناف ھغه واليت محکمی ته ليږل کيږی چه حاکمه محکمه ئی په قضايی ونډ کښی واقع
وی .د محکمی د تحريراتو دفتر مستأنف ته د استيناف په غوښتن ليک باندی د غور کولو نيټه ښئی .دا نيټه د دری کاملو
ورځو د تيريدونه مخکښی نه شی کيدی .څارنوال د دعوی ټول خصوم ټاکل شوی غونډی ته په حاضريدو باندی مکلفوی.
دری سوه دری پنځوسمه ماده -د دی قانون د دوه سوه ديارلسمی مادی نه تر دوه سوه اوولسمی مادی تر آخره پورې
احکام ھغی محکمی ته د خصومو د حاضريدلو په باب چه په استيناف غور کوی ھم تطبيقيږی.
AC
دری سوه څلور پنځوسمه ماده -که چری تورن بندی وی څارنوال مکلف دی چه دی په يو مناسب وخت کښی د ھغی
سيمې محبس ته وليږدوی چه د واليت محکمه پکښی واقع ده په دی صورت کښی د استيناف غوښتن ليک په عاجل
صورت د غور الندی نيول کيږی.
دری سوه پنځه پنځوسمه ماده -د ھغه ديوان يو غړی چه په استيناف کښی حکم صادروی د استيناف د غوښتن ليک په
باب راپور جوړوی او دا الندی ټکی پکښی شاملوی:
ج -ټولی ھغه مسئلی چه په ضمنی صورت په قضيه کښی د بحث الندی راغلی دی.
دری سوه شپږ پنځوسمه ماده -استينافيه محکمه پخپله يا د ھغه يو قاضی په واسطه چه د دی مقصد دپاره ټاکل کيږی د
ھغو شاھدانو شاھدی اوری چه د لومړۍ محکمی په وړاندی ئی اوريدل په کار وء دغه شان دا محکمه د بلې ھری ھغی
نيمګړتيا د پوره کولو اقدام کوی چه د تحقيق په اجراءاتو کښی پيښه شوی وی.
استينافيه محکمه په ټولو حاالتو کښی د دی خبری واک لری چه د تحقيق د پوره کولو او د شاھدانو د شاھدۍ اوريدو دپاره
چه کوم امر الزم وګڼی صادر ئی کړی.
KU
دری سوه اووه پنځوسمه ماده -که چری د استيناف غوښتن ليک د څارنوال له پلوه وړاندی شوی وی بې له دی چه وکتی
شی چه حکم د تورن په ښه صادر شوی که په بده محکمه کولی شی چه ھغه تائيد کړی يا ئی لغو يا تعديل کاندی.
د محکوم په جزا سختول يا د برائت د حکم لغو کول بی له دی چه د محکمی د ټولو قاضيانو د رأيو په اتفاق صادر شی
اعتبار نه لری.
که چری د استيناف غوښتن ليک د څارنوال نه غير له بله پلوه وړاندی شوی وی نو د محکمی واک اختيار د حکم په تائيد
AC
دری سوه اته پنځوسمه ماده -که چری لومړۍ محکمی په اصل موضوع حکم صادر کړی وی او استينافی محکمی ته
جوته شی چه په حکم يا اجراآتو کښی بطالن وجود لری نو بطالن سموی او په اصل دعوی کښی حکم کوی.
خو که چری لومړۍ محکمی خپل حکم په نه صالحيت يا د يوی داسی فرعی دفعی په منلو صادر کړی وی چه د ھغې په
نتيجه کښی د دعوی روان تګ ځنډيږی او استينافی محکمه خپل حکم د محکمی د حکم په الغاء او صالحيت يا د فرعی
دفعی په رد او په دعوی باندی د غور کولو په باب صادروی نو په کار دی چه دغه محکمه قضيه لومړۍ محکمی ته په
اصل موضوع کښی د حکم صادرولو دپاره جار باسی.
دری سوه نه پنځوسمه ماده -که چری استينافی محکمی ته جوته شی چه پيښه جنايت دی نو په نه صالحيت حکم کوی او
دعوی د الزمو تدبيرونو د کولو دپاره څارنوالی ته ليږی.
دری سوه شپيتمه ماده -که چری مستأنف داسی تورن وی چه د آزادۍ په تحديدوونکی حکم باندی محکوم شوی وی او
جزاء د قانون له مخه واجب التنفيذ وی او دی د حکم د تطبيق دپاره مربوط مقام ته د غونډی د شروع کيدو نه مخکښی
حاضر نه شو نو د استيناف غوښتن ليک ئی ساقطيږی.
دری سوه يو شپيتمه ماده -که چری د عوض ورکولو په باب حکم لغو شی خو د لغو کيدو نه مخکښی په موقت صورت
نافذ شوی وی عوض په ستنه جارويستل کيږی.
دوھم باب
دری سوه دوه شپيتمه ماده -څارنوالی ،محکوم عليه ،د حق العبد مدعی او د حق العبد مسئول ھر يو په الندنيو حاالتو
کښی د جنايت او جنحی په باب د وروستۍ محکمی له خوا د صادرو شويو نھائی احکامو خالف د ستری محکمی په
وړاندی اعتراض کولی شی.
KU
الف -په ھغه حالت کښی چه د اعتراض الندی راغلی حکم د قانون په مخالفت ،يا د قانون په تطبيق يا تأويل کښی په خطاء
باندی بنای شوی وی.
ب -په ھغه حالت کښی چه په حکم کښی بطالن پٻښ شوی وی.
ج -په ھغه حالت کښی چه په اجراءآتو کښی يو داسی بطالن پٻښ شوی وی چه په حکم ئی تاثير اچولی وی.
AC
د -په ھغه حالت کښی چه حکم د چا په مرګ صادر شوی وی.
که چری د چا په مرګ باندی صادر شوی حکم د پورتنو فقرو له جملې څخه د يوی په اساس ھم د غور دپاره ستری
محکمی ته وړاندی نه کړی شو نو څارنوالی د قانون د حکم له مخه مکلفه ده چه دغه حکم د غور دپاره ستری محکمی ته
وړاندی کړی.
د حق العبد د مدعی او د حق العبد د مسئول له پلوه اعتراض يواځی د قضيی د حق العبد په باب کيدی شی.
محکمه دا حالت چه اجراآت د دعوی په جريان کښی د قانون مطابق شوی دی اصلی حالت پيژنی خو سره د دی ھم ذيدخل
شخص دا کولی شی چه دا ثابته کاندی چه دا اجراآت يا اھمال شوی او يا د قانون خالف شوی دی خو په دی شرط چه په
محضر کښی داسی يو تذکر موجود وی -د دغو اجراآتو د خالف اثبات يوازی د تزوير د اعتراض په الر کيدی شی.
دری سوه دری شپيتمه ماده -څارنوالی ،د حق العبد مدعی او د حق العبد مسئول ھر يو کولی شی چه د خپل خپل
اختصاص په برخه کښی په ھغه حکم باندی د ستری محکمی په وړاندی اعتراض وکړی چه د جناياتو د محکمی نه د
جنايت په تورن باندی پشی شا صادر شوی.
دری سوه څلور شپيتمه ماده -ھغه حکمونه چه د موضوع د پريکړی نه مخکښی صادريږی د ستری محکمی په وړاندی د
اعتراض الندی نه راځی بې له دی چه د دغو حکمونو په نتيجه کښی د دعوی روان تګ وځنډيږی.
دری سوه پنځه شپيتمه ماده -که چری صغير تورن په توبيخ ،يا پالر و مور يا ولی او يا يو امانتګر شخص ته په سپارلو
محکوم شوی وی په دی حکم باندې د ستری محکمی په وړاندی د ده اعتراض نه اوريدل کيږی.
دری سوه شپږ شپيتمه ماده -په حکم باندی اعتراض د حاکمی محکمی د تحريراتو دفتر ته په غوښتن ليک وړاندی کولو
کيږی ،دا غوښتن ليک بايد د حضوری حکم له نيټی يا محکوم عليه ته د غيابی حکم د اعالم له نيټی نه پس په څلويښتو
ورځو کښی دننه دننه وړاندی کړی شی ھغه دليلونه چه اعتراض پری بنا شوی دی ھم بايد په دغه موده کښی دننه وړاندی
کړی شی سره د دی ھم که چری حکم په برائت صادر شوی وی او معترض د حکم له صادريدو څخه پس په ديرشو
ورځو کښی دننه دننه د تحريراتو دفتر ته د ھغه د نه سپارل کيدو تصديق حاصل کړی اعتراض له دليلونو سره د ھغه نيټی
نه پس چه د تحريراتو په دفتر کښی د حکم سپارل کيدنه ده ته اعالن شوی ده په لسو ورځو کښی دننه دننه منل کيږی .په
دی حالت کښی معترض مکلف دی چه د دغه تصديق حاصلولو دپاره کوم غوښتن ليک ورکوی په ھغه کښی د محکمی په
KU
ھستوږنځی کښی يو ځای د دی دپاره وټاکلی چه ده ته پکښی د حکم سپارل ابالغ شی که داسی نوی نو ده ته د تحريراتو
په دفتر کښی د حکم ابالغ معتبر ګڼل کيږی.
دری سوه اووه شپيتمه ماده -که چری په پورتنۍ ماده کښی درج شوی اعتراض د څارنوالی له خوا شوی وی نو په کار
دی چه دليلونه ئی کم نه کم د څارنوال له خوا امضاء شوی وی.
AC
دری سوه اته شپيتمه ماده -د ستری محکمی په وړاندی د ھغو دليلونو نه غير چه د دری سوه اووه شپيتمی مادی په درج
شوی موده کښی دننه دننه ئی ذکر شوی دی په نورو دليلونو تکيه نشی کيدی سره د دی ھم ستره محکمه د خپل قناعت له
مخه دا کولی شی چه يو حکم د تورن په ښيګړه مات کاندی خو په دی شرط چه دا جوته کړی چه حکم د قانون په مخالفت
يا د ھغه په تطبيق او تاويل کښی په خطاء باندی بنا شوی دی يا دا چه حاکمه محکمه د قانون د احکامو مطابق تشکيل
شوی نه ده يا د دعوی د پريکړی واليت نه لری او يا دا چه د حکم نه پس د داسی قانونی د اعتراض مورد پيښ شوی دی
چه د دعوی په پيښه کښی تطبيق کيږی.
دری سوه نه شپيتمه ماده -محکمه د اعتراض په باب خپل حکم په ھغه رپوټ باندی د قناعت نه وروسته صادروی چه د
اعضاو له جملی څخه د يوه له خوا په دغه باب تيار شوی دی .محکمه کولی شی چه که الزمه وی د څارنوالی ،خصومو يا
د ھغوی د مدافعينو ويناوی واوری.
دری سوه اويايمه ماده -که چری اعتراض يا دليلونه د خپلی مقرری نيټی نه وروسته وړاندی کړی شول محکمه د ھغو په
نه منلو حکم کوی.
که چری اعتراض ومنل شی او د دری سوه دوه شپيتمی مادی د مندرج لومړی حالت په اساس بنا وی نو محکمه خطاء
سموی او د قانون مطابق خپل حکم صادروی ،او که چری اعتراض د دغی مادی د مندرج دوھم ،دريم يا څلورم حالت په
اساس بنا وی نو محکمه حکم ماتوی او دعوی حاکمی محکمی ته جار باسی چه پکښی د داسی قاضيانو له پلوه حکم صادر
شی چه اکثريت ئې د لومړنو قاضيانو نه غير وی .سره د دی ھم ستره محکمه کولی شی چه که الزمه وګڼی دعوی بلی
محکمی ته وسپاری.
که چری مات شوی حکم د استينافی محکمی يا د جناياتو د محکمی له پلوه د داسی جنحی په باب صادر شوی وی چه د
محکمی په غونډه کښی پيښه شوی وی نو دعوی ھغی محکمی ته ليږل کيږی چه اساسا ً په ھغی باندی د غور کولو
صالحيت لری .او دغه محکمه د عادی قواعدو مطابق په دعوی باندی غور کوی.
دری سوه يو اويايمه ماده -که چيری د حکم اسباب په قانون کښی په خطاء باندی مشتمل وی او يا د قانونی متن په ذکر
کښی خطاء پيښه شوی وی په ھغه حالت کښی چه محکوم به جزا د جرم د جزا د قانون مطابقه وی نو د حکم ماتول جواز
نه لری بلکه ستره محکمه پيښه شوی خطاء سموی.
د حکم ماتول يوازی په ھغه برخه کښی کيږی چه په ھغو دليلونو پوری مربوط وی چه معترض پری استناد کوی بی له
دی چه د حکم ويش ناممکن ښکاره شی.
KU
دری سوه دوه اويايمه ماده -که چری اعتراض د څارنوالی له پلوه نه وی وړاندې شوی حکم يواځی د معترض په باب
ماتيږی بی له دی چه د اعتراض دليلونه د نورو تورنو سره ھم تړون ولری ،په دغه حالت کښی که څه ھم د دوی له خوا
اعتراض نه وی وړاندی شوی محکمه د دغو تورنو په باب ھم د حکم د ماتولو حکم صادروی.
دری سوه دری اويايمه ماده -که چری د حکم ماتونه د څارنوالی نه غير د جګړه والو خواءو له جملی څخه د يوه د
AC
غوښتن ليک له مخه شوی وی دا ماتونه د ده په اعتراض باندی تاثير نه کوی.
دری سوه څلور اويايمه ماده -که چری د ھغی محکمی په حکم باندی چه دعوی ورسپارل شوی ده په دوھم وار اعتراض
وشی ستره محکمه په اصل موضوع کښی حکم صادروی او په دی حالت کښی د ھغو قاعدو پيروی کيږی چه د ارتکاب
شوی جرم په محاکمه کښی تطبيقيږی.
دری سوه پنځه اويايمه ماده -که چری د اعتراض الندی راغلی حکم د يوی داسی قانونی دفعی په قبول باندی شوی وی
چه د دعوی د روان تګ مخه نيسی او ستری محکمی دا حکم مات کړ او دعوی ئی حاکمی محکمی ته د غور دپاره
وسپارله نو حاکمه محکمه د ستری محکمی د حکم په عکس باندی حکم نه شی صادرولی.
دغه شان ھغه محکمه چه په اصل موضوع کښی حکم صادروی په ھيڅ حالت کښی دا نه شی کولی چه د ھغه څه په
عکس چه د جزائی ديوانونو عمومی ھيئت په ستره محکمه کښی مقرر کړی دی حکم صادر کړی.
دری سوه شپږ اويايمه ماده -که چری اعتراض د موضوع په لحاظ رد کړی شی معترض په ھيڅ حالت کښی دا نه شی
کولی چه په عين حکم باندی بل اعتراض د ھر دليل سره چه وی وړاندی کړی.
دری سوه اووه اويايمه ماده -که چری معترض د آزادی په تحديدوونکی جزا باندی محکوم وی او د غونډی د شروع نه
مخکښی د حکم د تنفيذ دپاره مربوط مقام ته حاضر نه شی اعتراض ساقطيږی .که چری معترض دا شرط په ځای کړی او
اعتراض د محکمی د غور الندی وی محکمه کولی شی چه معترض په کفاله خوشی کړی.
دری سوه اته اويايمه ماده -د دی باب د پورتنو مادو د احکامو د رعايت سره سره که چری حکم په حضوری صورت د
اعدام په جزا صادر شوی وی څارنوالی مکلفه ده چه قضيه ستری محکمی ته د حکم په باب د خپلو ليکلو نظرياتو سره د
دری سوه اووه ويشتمی مادی په درج شوی موده کښی دننه دننه ستری محکمی ته وړاندی کړی .محکمه د دی قانون د
دری سوه اويايمی مادی د دوھمی او دريمی فقری مطابق خپل حکم صادروی.
دريم باب
نوی نظر
دری سوه نه اويايمه ماده -په الندنيو حاالتو کښی د جنايت او جنحی په قضيو کښی د جزا په باب په صادرو شويو
KU حکمونو باندی د نوی نظر غوښتنه کيدی شی:
الف :په ھغه حالت کښی چه تورن د قتل په جرم کښی محکوم عليه شی او بيا ھغه څوک ژوندی وموندل شی چه د وژلو
ادعائی شوی ده.
ب :په ھغه حالت کښی چه په يو چا باندی د يوی پيښی له درکه حکم صادر شی او بيا د ھمدغی پيښی له درکه په بل چا
AC
باندی حکم صادر شی او د دواړو حکمونو تر منځه داسی تناقض موجود وی چه ترينه د دواړو محکوم عليه له جملې څخه
د يوه برائت معلوم وی.
ج :په ھغه حالت کښی چه شاھدان يا اھل خبره د دروغو د شھادت ويلو له درکه د قانون مطابق په جزا محکوم شی يا په
ھغه مستند تزوير باندی حکم صادر شی چه په دعوی باندی د غور کولو په وخت وړاندی شوی وی ،په دغو دواړو
حالتونو کښی دا شرط ده چه د شاھدانو شاھدی يا د اھل خبره وء رپوټ يا ذکر شوی مستند تزوير په حکم کښی موثر واقع
شوی وی.
د :په ھغه حالت کښی چه جزائی حکم د يوی حقوقی محکمی نه په صادر شوی حکم باندی بنا شوی وی او د دغی حقوقی
محکمی حکم لغو کړی شی.
ھـ :په ھغه حالت کښی چه د حکم نه وروسته داسی پيښی حادثی يا څرګند شی يا داسی پاڼی وړاندی کړی شی چه د
محاکمی په وخت کښی معلومی نه وی او امکان لری چه دغه پيښی يا پاڼی د محکوم عليه برائت ثابت کاندی.
دری سوه اتيايمه ماده -د دری سوه نه اويايمی مادی په مندرجو لومړنو څلورو حالتونو کښی لوی څارنوال او محکوم
عليه او که دی پخپله مفقود يا د اھليت فاقد وی نو د ده قانونی نماينده او که مړ وی نو د ده اقارب يا زوج کولی شی چه د
نوی نظر غوښتنه وکاندی .که چری د نوی نظر غوښتنوال د څارنوالی نه غير بل څوک وی نو په کار دی چه غوښتن
ليک کښې ھغه حکم چه پری د نوی نظر غوښتنه شوی د نوی نظر د دليلونو سره ذکر کيږی او ھغه مستندات چه نوی
نظر تائيدوی ورسره يو ځای کيږی.
لوی څارنوال د نوی نظر غوښتن ليک بی له دی چه وګوری چه پخپله د ده له خوا وړاندی شوی يا د بل چا له پلوه د شويو
تحقيقاتو سره يو ځای د رپوټ په ملتيا ستری محکمی ته وړاندی کوی او پکښی خپله نظريه او دليلونه څرګندوی.
څارنوالی مکلفه ده چه د نوی نظر غوښتن ليک د رسيدو د نيټی نه پس په دری مياشتو کښی دننه دننه ستری محکمی ته
وړاندی کړی.
دری سوه يو اتيايمه ماده -د دری سوه نه اويايمی مادی په درج شوی پنځم حالت کښی د نوی نظر غوښتنه کول که دا
غوښتنه ځانله د ده له خوا شوی وی که د ذيدخلو اشخاصو د مراجعی له مخه ،يواځی د لوی څارنوال په صالحيت کښی
دی .که چری لوی څارنوال د نوی نظر غوښتنه الزمه وګڼی نو د نوی نظر غوښتن ليک د ھغو تحقيقاتو سره چه کړی ئی
دی ھغی ټولنی ته وړاندی کوی چه د ستری محکمی د يو غړی او د استيناف محکمی له دوو غړو څخه جوړه ده او د
KU
مربوطو محکمو د عمومی ټولنې له خوا ټاکل کيږی .لوی څارنوال پخپل غوښتن ليک کښی ھغه پيښه يا ھغه ليکلی مستند
چه تکيه پری شوی ده بيانوی .دغه ټولنه د پاڼو له کتنی او که الزم ئی وګڼی د تحقيق له پوره کولو وروسته د غوښتن ليک
په باب تصميم نيسی او که ھغه ومنی نو غوښتن ليک ستری محکمی ته سپاری.
په ھغه تصميم باندی چه د لوی څارنوال يا د ذکر شوی ټولنی له خوا د نوی نظر د غوښتن ليک د منلو يا نه منلو په باب
AC
نيول کيږی اعتراض نه شی کيدی.
دری سوه دوه اتيايمه ماده -څارنوالی مکلفه ده چه د جګړی دواړه خواوې ھغه غونډی ته د حاضريدو دپاره چه د نوی
نظر په غوښتن ليک باندی د ستری محکمی په وړاندی د غور په باب ټاکل شوی ده کم نه کم دری ورځی د غونډی د کيدو
نه مخکښی خبری کاندی.
دری سوه دری اتيايمه ماده -ستره محکمه د څارنوالی او دواړو جګړه والو خواوء د ويناوء له اوريدو او د ھغه تحقيق د
کيدو نه پس چه اجرا ئی پخپله يا د نورو کسانو په الس الزمه وګڼی د غوښتن ليک په باب خپل تصميم نيسی.
که چری محکمه غوښتن ليک ومنی نو حکم لغو کوی او که چری د تورن برائت په ډاګه وی نو دی بری الذمه کوی او که
چری د ده برائت په ډاګه نه وی نو دعوی حاکمی محکمی ته سپاری چه دغه محکمه د نورو قاضيانو په واسطه په
موضوع کښی حکم صادر کړی.
ستره محکمه پدی حالت کښی ھم کولی شی چه پخپله په اصل موضوع کښي حکم صادر کړی.
که چری د محاکمی جارويستنه له دی کبله ممکنه نه وی چه يا محکوم عليه مړ وی يا معتوه وی يا جزائی دعوی د زمانی
په اوښتو ساقطه شوی وی يا نور داسی څه وی نو ستره محکمه د دعوی په موضوع غور کوی او يوازې ھغه حکم لغو
کوی چه خطا ئی د محکمی په وړاندی څرګنده وی.
دری سوه څلور اتيايمه ماده -که چری محکوم عليه ومړی او د نوی نظر غوښتن ليک د ده د اقاربو يا زوج له خوا
وړاندی کړی شوی نه وی محکمه دعوی د ھغه شخصی په مخکښی چه د مړه د حيثيت د دفاع دپاره ئی ټاکی د غور
الندی نيسی او که الزمه شی نو د ھغه څه په لری کولو باندی حکم کوی چه د مړه حيثيت ئی خړپړ کړی دی.
دری سوه پنځه اتيايمه ماده -د نوی نظر د غوښتن ليک په نتيجه کښې د حکم تنفيذ نه ځنډول کيږی بې له دی چه حکم د
چا په مرګ صادر شوی وی.
دری سوه شپږ اتيايمه ماده -ھر حکم چه د نوی نظر د غوښتن ليک په نتيجه کښی د تورن په برائت صادر شی د دولت په
لګښت په رسمی جريده او يوه بله ھغه جريده کښی چه ذيدخل شخص يې وټاکی نشريږی.
KU
دری سوه اووه اتيايمه ماده -که چری د اعتراض الندی راغلی حکم لغو کړی شی نو د عوض حکم ھم ساقطيږی او د
عوض ھغه مقدار چه ادا شوی دی په ستنه ورکول کيږی .دا حکم د زمانی په اوښتو د حق په ساقطيدو پوری د مربوطو
قاعدو د رعايت سره سره عملی کيږی.
دری سوه اته اتيايمه ماده -که چری د نوی نظر غوښتن ليک ونه منل شی نو له نوی سره د ھغه بيا وړاندی کول د عين
ھغو پيښو له مخه چه مخکښی پری استناد شوی دی نه شی کيدی.
AC
دری سوه نه اتيايمه ماده -ھغه حکمونه چه د نوی نظر د غوښتن ليک له مخه د دعوی په موضوع کښی د ستری محکمی
نه غير صادريږی په ټولو قانونی الرو د اعتراض الندی راتالی شی.
د نوی نظر د غوښتن ليک له مخه تورن په ھيڅ صورت د ھغی جزا نه چه مخکښی ورته ټاکل شوی ده په زياته سخته
جزا نه شی محکوميدلی.
څلورم باب
دری سوه نوی يمه ماده -جزائی دعوی د ھغه تورن په باب چه پری سوره شوی او د ھغو پيښو په باب چه ده ته ئی
نسبت شوی دی د برائت يا الزام د قطعی حکم په صادريدلو پای ته رسيږی .کله چه د يوی جزائی دعوی په موضوع کښی
حکم صادر شی په ھغی باندی له نوی سره غور کول بی د اعتراض د ھغو الرو نه چه په قانون کښی ټاکلی شوی دی
جواز نلری.
دری سوه يو نوی يمه ماده -د يوی جزائی دعوی په باب د قطعی حکم د صادريدو نه پس بيا د نويو دليلونو يا حاالتو د
راڅرګنديدو يا د جرم د قانونی وصف د تغيير په اساس ھغه د غور الندی نه شی نيول کيدی.
ھغه جزائی حکم چه د جزائی دعوی په موضوع کښی د جزائی محکمی له پلوه په برائت يا الزام صادريږی د حقوقی
محکمو په وړاندی په ھغه دعوی کښی چه ال خو په قطعی صورت حل و فصل شوی نه ده د جرم د پيښی ،د جرم د
قانونی وصف او مرتکب ته د ھغه د نسبت په لحاظ د محکوم به شی ارزښت لری.
په دې باب د برائت په حکم کښی دا دواړه اړخونه شامل دی چه د تور د نفی په اساس او که د دليلونو د نه کفايت له مخه
صادر شوی وی خو که چری حکم په دی اساس صادر شوی وی چه د تور الندی راغلی فعل د جزا مستوجب نه دی نو بيا
جزائی حکم د محکوم به شی ارزښت نه حاصلوی.
دری سوه دری نوی يمه ماده -ھغه حکمونه چه د حقوقی محکمو له پلوه د مالی معاملو په مسئلو کښی صادريږی د جزائی
محکمو په وړاندی د جرم د پٻښی او مرتکب ته د نسبت په لحاظ د محکوم به شی ارزښت نه لری.
KU
دری سوه څلور نوی يمه ماده -ھغه حکمونه چه د شخصيه احوالو په باب د حقوقی محکمو له پلوه صادريږی د جزائی
محکمو په وړاندی په ھغو مسئلو کښی چه د دعوی پريکون ورپورې مربوط دی د محکوم به شی ارزش لری.
څلورم کتاب
لومړی باب
AC
دری سوه پنځه نوی يمه ماده -ھغه جزا چه په قانون کښی ټاکل شوی ده بی له ھغه حکمه چه د يوی واکمنی محکمی له
پلوه صادر شوی وی د ھيڅ جرم په باب تطبيقيدلی نه شی.
دری سوه شپږ نوی يمه ماده -د جزائی محکمو له خوا صادر شوی حکمونه چه څو پوری قطعيت ونه مومی نه تطبيق
کيږی بی له ھغو مواردو چه قانون ئی صريحا ً اجازه ورکاندی.
دری سوه اووه نوی يمه ماده -په جزائی دعوو کښی د صادرو شويو حکمونو تطبيق د دی قانون په حکمونو برابر د
څارنوالی د غوښتنی له مخه کيږی.
دری سوه اته نوی يمه ماده -د حق العبد په دعوی کښی د صادر شوی حکم تطبيق د حقوقی اجراآتو د قاعدو مطابق د حق
العبد د مدعی د غوښتنی له مخه کيږی.
دری سوه نه نوی يمه ماده -څارنوالی مکلفه ده چه د جزائی دعوو په باب د صادرو شويو واجب التنفيذ حکمونو د په
ځای کولو دپاره اقدام وکړی ،څارنوالی په دی الره کښی د امنيه قواءو نه کومک غوښتی شی.
څلورسومه ماده -د نقدی جزا او لګښتونو په باب صادر شوی حکمونه که څه ھم استيناف ئی شوی وی بې له ځنډه واجب
التنفيذ دی .دغه شان د غال يا د غال په ارتکاب باندی د شروع کولو له مخه د حبس په باب صادر شوی حکمونه او ھم د
متکرر تورن يا د ھغه چا به خالف صادر شوی حکم چه په افغانستان کښی يو ټاکلی ھستوږنځی نه لری بی له ځنډه واجب
التنفيذ دی او دغه شان د تورن د حبس په باب د محکمی حکم په ټولو حاالتو کښی واجب التنفيذ دی او يا دا چه تورن کفاله
ورکړی چه د حکم د استيناف او د ھغه د ميعاد تيريدو په صورت کښی به د حکم د تنفيذ نه غاړه نه غړوی او چه کله د
حکم استيناف وشی دی به غونډی ته حاضريږی او د صادر شوی حکم نه به مخ نه اړوی .ھغه مبلغ چه په داسی حاالتو
کښی ئی د کفالی په حيث وړاندی کونه واجب ده د حبس د جزا په حکم کښی ټاکل کيږی.
که چری تورن په توقيف کښی وی محکمه کولی شی چه د حکم د موقت تنفيذ امر صادر کاندی.
څلورسوه يوه ماده -ھر کله چه د دی قانوند څلورسومی مادی د حکم مطابق د حبس جزا نافذه شوه د آزادۍ تحديدوونکی
جزاوی ھم چه د حبس له جزا سره يو ځای د محکمی په حکم کښی شاملی شوی دی تنفيذ کيږی.
څلورسوه دوھمه ماده -دارالتأديب يا بل ځای ته د تورن د ليږلو يا د پالر يا ولی نه غير بل چاته د ھغه د سپارلو حکم که
KU استيناف ئی ھم شوی وی واجب التنفيذ دی.
څلورسوه دريمه ماده -که چری تورن په توقيف کښی وی او حکم د تورن په برائت يا په داسی جزا شوی وی چه تطبيق
ئی حبس نه غواړی او يا په صادر شوی حکم کښی د تنفيذ د ځنډولو امر شوی يا تورن په توقيف کښی محکوم بھا موده
پوره کړی وی تورن سمدستی خوشی کيږی.
AC
څلورسوه څلورمه ماده -د دی فصل په پورتنو مادو کښی د درج شويو حاالتو نه پرته د دی قانون په دری سوه نه
څلويښتمه ماده کښی د درج شوی استيناف غوښتنی په ميعاد او په دغه موده کښی دننه په غوښتل شوی استيناف باندی د
غور په دوران کښی د حکمونو تطبيق ځنډيږی.
څلورسوه پنځمه ماده -محکمه په ھغه وخت کښی چه د حق العبد مدعی ته د تضميناتو ورکولو په باب خپل حکم صادروی
که څه ھم استيناف ئی شوی وی کولی شی چه د ټول محکوم بھا يا د کفالی له ورکړی سره د ځينی محکوم بھا مبلغ د
موقت تنفيذ امر وکړی او محکمه کولی شی چه محکوم له د کفالی د ورکړی نه معاف کاندی.
دوھم باب
د شخص د مرګ د حکم د قطعيت دپاره د تميز د مربوط ديوان د غړو د رايو اتفاق شرط دی.
څلورسوه شپږمه ماده -کله چه د شخص د مرګ حکم د دی قانون د احکامو مطابق قطعيت ومومی د قضيئ پاڼی له
فيصلی سره د ھغی له صادريدو نه پس په يوه ھفته کښی دننه دننه د قاضی القضات په واسطه باچا ته وړاندی کيږی ،په
ھغه صورت کښی چه باچا د محکوم عليه د بښنې يا د ده د جزا د تبديل امر صادر نه کړی او فيصله امضا کاندی حکم په
ځای کيږی.
څلورسوه اوومه ماده -په مرګ محکوم عليه د څارنوالی په امر د عدل د وزير د الرښودنې الندی د حکم تر تطبيقه پوری
په محبس کښی ساتل کيږی.
څلورسوه اتمه ماده -په مرګ باندی د محکوم عليه اقارب کولی شی چه د حکم د تطبيق نه تر يوی ورځی پخوا پوری له
ده سره ليدل کتل وکړی .د محبس اداره مکلفه ده چه په موضوع باندی د محکوم عليه اقارب خبر کاندی.
څلورسوه نھمه ماده -که چری د محکوم عليه دين د مذھبی واجباتو د اجرا ايجاب کاوه نو الزمی اسانتياوی ورته
برابرولی شی.
څلورسوه لسمه ماده -د مرګ جزا په محبس کښی دننه يا په يو بل پټ ځای کښی د څارنوالی د ليکلی غوښتنی له مخه چه
د دی قانون د څلورسوه اوومی مادی د مندرجو اجراآتو په کولو مشتمله وی تطبيقيږی.
KU
څلورسوه يولسمه ماده -د مرګ جزا د څارنوالی د يو غړی ،د محبس د آمر د محبس ډاکټر يا د يو بل داسی ډاکټر په
مخکښی چه د څارنوالی له خوا موءظف شوی وی تطبيقيږی.
د مرګ د حکم د تنفيذ په وخت کښی د حق العبد مدعی او د محکوم عليه مدافع وکيل ته ھم د حاضريدو اجازه ورکول
کيږی د تنفيذ په وخت کښی بايد چه د مرګ په باب د صادر شوی حکم متن او ھغه تور چه په محکوم عليه باندی د مرګ
د حکم د صادريدو باعث شوی دی د حکم د تطبيق په ځای کښی حاضرينو ته ولوستل شی.
AC
که چری محکوم عليه څه ويل غواړی نو د څارنوالی غړی ھغه ليکی او په محضر کښی ئی درجوی.
کله چه تنفيذ پای ته ورسيږی د څارنوالی غړی موضوع په محضر کښی قيدوی او د محکوم عليه د وفات او د وفات د
پيښيدو د ساعت په باب د ډاکټر تصديق اخلی.
څلورسوه دولسمه ماده -د مرګ د جزا تنفيذ د عامی رخصتۍ په ورځو کښی جواز نه لری.
څلورسوه ديارلسمه ماده -که چری په مرګ محکوم عليه يوه حامله ښځه وی د ھغی د جزا تطبيق د حمل د زيږيدو نه تر
دوه مياشتی وروسته مودی پوری ځنډيږی.
څلورسوه څوارلسمه ماده -که چری په مرګ محکوم عليه داسی اقارب ونه لری چه د ده د کالبوت د سپارلو غوښتنه
وکړی نو کالبوت د دولت په لګښت د شريعت په احکامو برابر خښيږی.
څلورسوه پنځلسمه ماده -د آزادۍ د تحديدوونکو جزاګانو احکام د څارنوال د امر له مخه د عدل د وزير په الرښونه
تنفيذيږی.
څلورسوه شپاړسمه ماده -ھغه څوک چه د محکوم بھا حبس موده ئی له دری مياشتو زياته نه وی کولی شی چه د دی
قانون د څلورسوه اته پنځوسمی مادی او ورپسی موادو په احکامو برابر غوښتنه وکړی چه له ده څخه دی د زندان نه بھر
کار واخستل شی خو په دی شرط چه د قانون احکامو دی د داسی غوښتنی کولو نه محروم کړی نه وی.
څلورسوه اووه لسمه ماده -ھغه ورځ چه تنفيذ پکښی شروع کيږی د محکوم عليه د جزا په موده کښی حسابيږی .محکوم
عليه د جزا د مودی د ختم د ورځی په سبا له د بنديانو د خالصون په ټاکلی ساعت خوشی کيږی.
KU
څلورسوه اتلسمه ماده -که چری د تورن د محکوم بھا حبس موده څليرويشت ساعته وی د ھغی تنفيذ د ده د ګرفتارۍ په
دوھمه ورځ د بنديانو د خالصون په ټاکلی ساعت پای ته رسيږی.
څلورسوه نولسمه ماده -د آزادۍ د تحديدوونکی جزا د مودی شروع د واجب التنفيذ حکم له مخه د توقيف د مودی او
ګرفتارۍ د مودی د مجرا کولو د رعايت سره سره د ګرفتارۍ د ورځی نه شروع کيږی.
څلورسوه شلمه ماده -که چری تورن د ھغه جرم نه د کوم له کبله چه توقيف شوی دی برائت حاصل کړی د ده د توقيف
AC
موده د ھغه بل جرم په محکوم بھا موده کښی چه ده ئی د توقيف په دوران کښی ارتکاب کړی دی يا په دغه دوران کښې د
ھغه په باب له ده نه تحقيق شوی دی مجری کيدی شی.
څلورسوه يويشتمه ماده -که چری د آزادۍ تحديدوونکی جزا د ګڼو جرمونو له کبله وی نو د توقيف د مودی طرح لومړی
له جزاګانو کيږی.
څلورسوه دوه ويشتمه ماده -که چری د آزادۍ په تحديدوونکی جزا باندی محکوم شوی شخص يوه داسی ښځه وی چه د
شپږمی مياشتی يا د ھغی نه د زياتی مودی حمل يې په ګيډه وی نو د حمل د زيږولو نه تر دوو مياشتو وروسته مودی
پورې د ھغی د جزا د تنفيذ ټالول جواز لری او په دی صورت کښی د محکوم عليه سر د دغسې مودی تر تيريدو پوری د
توقيف شوی شخص په څٻر معامله کيږی.
څلورسوه درويشتمه ماده -که چری د آزادۍ په تحديدوونکی جزا باندی محکوم شوی شخص په داسی ناروغۍ اخته وی
چه پخپله دغه ناروغۍ يا د جزا د تنفيذ له کبله د ھغه ژوند په خطر کښی اچوی نو د جزا د تنفيذ ټالول جواز لری.
څلورسوه څليرويشتمه ماده -که چری د آزادۍ په تحديدوونکی جزا باندی محکوم شوی شخص ليونی شی د جزا تنفيذ د ده
تر په سد کيدو پوری ځنډول کيږی او څارنوالی کولی شی چه د عقلی ناروغيو د عالج يو مرجع ته د ده د ليږدولو امر
صادر کاندی .په دی حالت کښې د کتنی او عالج موده له محکوم بھا موده څخه طرح کيږی.
څلورسوه پنځويشتمه ماده -که چری ښځه او ميړه د داسی مودی په حبس محکوم شی چه له يوه کاله زياته نه وی که څه
ھم دغه حکم د مختلفو جرمونو په اثر صادر شوی وی که چری مخکښی نه وی محبوس شوی او که څه ھم د دواړو
جرمونو يو له بله مختلف وی د دوی دواړو له جملې څخه د يوه د جزا د تنفيذ ټالول د بل تر خالصون پوری جواز لری
خو په دی شرط چه دوی د يو داسی صغير متکفل وی چه عمر ئی له پوره پنځلسو کلونو نه اوښتی نه وی او په افغانستان
کښی د ھستوږنی يو څرګند ځای ولری.
څلورسوه شپږويشتمه ماده -په ھغو حاالتو کښی چه د محکوم عليه د جزا د تنفيذ ټالول جائز وی څارنوالی کولی شی چه
د محکوم عليه نه د داسی نغدی کفالې غوښتنه وکړی چه د ټالولو د سبب د پورته کيدو نه وروسته له تنفيذ څخه ونه تښتی،
د نغدی کفالی مبلغ د ټالولو په امر کښی ټاکل کيږی.
KU
څارنوالی د محکوم عليه د تيښتی د مخ نيوی دپاره د احتياط له مخه نور ھغه شرايط چه الزم ئی وګڼی په محکوم عليه
باندی ايښودی شی.
څلورسوه اووه ويشتمه ماده -په قانون کښی د درج شويو حاالتو نه پرته د جزا د محکوم بھا مودی له تيرولو نه اول د
محکوم عليه خالصون جواز نه لری.
AC
څلورسوه اتويشتمه ماده -د ھغو محکوم عليھم صغيرانو خالصون چه د څارنوالی د غوښتنی له مخه دارالتاديب يا بل
ځای ته سپارل شوی دی د دارالتاديب يا بل ځای د آمر د رائی له اخستلو نه پس کيږی.
څلورسوه نه ويشتمه ماده -په ھغو کسانو باندی د ازادی د تحديدوونکی جزا تنفيذ چه د خپل عمر اووه لسم کال ته نه دی
رسيدلی په خاصو ځايونو کښی او د نورو محکوم عليھم نه بيل کيږی.
څلورم باب
مشروط خالصون
څلورسوه ديرشمه ماده -کله چه د آزادۍ د تحديدوونکی جزا په قطعی حکم محکوم شوی شخص د خپلی جزا دری ربعې
په محبس کښی تيرې کړی او په محبس کښی د ده ګوزاره د ھستوږنی په موده کښی د ده د نفس د اصالح کيدو ډاډ ورکوی
نو د ده مشروط خالصون جواز لری بې له دی چه د ده خالصون عامه امنيت ته خطره راوالړه کاندی .ھغه موده چه
محکوم عليه ئی بايد په زندان کښی تيره کړی په ھيڅ صورت بايد له نھو مياشتو کمه نه وی.
که چری جزا عمومی بند وی نو د محکوم عليه مشروط خالصون په زندان کښی له پنځلسو کلونو تيرولو نه مخکښی جواز
نه لری.
څلورسوه يوديرشمه ماده -که چری ھغه جزاګانی ګڼی وی چه شخص پری د ھغو جرمونو له کبله محکوم شوی دی چه
زندان ته له ننوتلو مخکښی يی د ھغو ارتکاب کړی وی نو مشروط خالصون ئی د جزاګانو د ټولې مودی له مخه کيږی.
خو که چری محکوم عليه په زندان کښی جرم وکړی نو د ده د مشروط خالصون موده د دغه جرم د کولو په وخت کښی د
جزا د پاتی ټول وخت او د ھغی جزا د مودی څخه حسابيږی چه د دغه جرم کولو له کبله پری محکوم شوی دی.
څلورسوه دوه ديرشمه ماده -که چری د آزادۍ به تحديدوونکی جزا باندی محکوم عليه په توقيف کښی داسی موده تيره
کړی وی چه د محکوم بھا مودی نه د طرح کولو قابله وی نو په دی صورت کښی مشروط خالصون د ټولی محکوم بھا
مودی له مخه کيږی .د عفوې د صادريدو له مخه د جزا تخفيف د ھغی مودی په حساب کښی نه شی نيول کيدی چه تيرول
ئی د مشروط خالصون دپاره ضروری دی.
څلورسوه دری ديرشمه ماده -مشروط خالصون تر ھغه وخته پوری جواز نه لری چه محکوم عليه ټول ھغه محکوم بھا
KU
مالی التزامونه تحويل کړی نه وی چه د ابتدائيه محکمی له خوا پری د جرم له کبله محکوم شوی دی .خو په دی شرط چه
د محکوم عليه له واکه د دغو مالی التزامونو تحويلی محاله ونه ګڼله شی.
څلورسوه څلورديرشمه ماده -مشروط خالصون د داخله وزارت د محبسونو د لوی آمر په پيشنھاد او د عدل د وزير په
موافقه کيږی.
AC
څلورسوه پنځه ديرشمه ماده -ھغه شرطونه چه مشروط خالصيدونکی بايد د ھغو مراعات وکړی د عدل د وزير له خوا
ټاکل کيږی.
دغه شان ھغه شرطونه ھم چه لکه په ټاکلی ځای کښی د اوسيدو ،د معيشت د طرز ،د ښې ګوزاری د ضمانت ورکولو په
باب په ده ايښودل کيږی د عدل د وزير په امر کښی څرګند ښودل کيږی.
څلورسوه شپږديرشمه ماده -بندی د مشروط خالصون د امر سره مربوطی اداری ته سپارل کيږی چه د دغه امر د
اجراکولو او ھم د يوی داسی تصديق پاڼی د ورکولو په باب چه د محکوم بھا جزا نوم ،د ھغی موده ،د ھغی د تيريدو ټاکلی
نيټه او د مشروط خالصون نيټه پکښی درج شوی وی اقدام وکړی .ھغه شرطونه چه بايد مشروط خالصيدونکی ئی رعايت
وکړی او ھغه واجبات چه په ده باندی ايښودل شوی دی ھغه ھم په تصديق پاڼه کښی درج کيږی او په ھغی کښی ده ته
اخطار ورکول کيږی چه که د دغو شرطونو او واجباتو رعايت ونه کړی يا داسی څه وکړی چه د ده په بده ګوزاره داللت
وکړی مشروط خالصون لغو کيږی او دی د الندينۍ مادی د حکم سره سم زندان ته په ستنه بيول کيږی.
څلروسوه اووه ديرشمه ماده -که مشروط ايله شی د خالصون د شرطونو رعايت ونه کړی او خپل واجبات په ځای نه
کاندی مشروط خالصون لغو کيږی .او شخص بيرته زندان ته بيول کيږی چه خپله پاتی موده پکښی تيره کاندی په دې
حالت کښی د خالصون لغو کول د څارنوالی په پيشنھاد او د عدل د وزير په امر کيږی.
په دې باب چه کوم پيشنھاد کيږی بايد موجبه اسباب پکښی ذکر شی.
څلورسوه اته ديرشمه ماده -که چری د مشروط خالصون لغو کول الزم وګڼل شی څارنوالی کولی شی چه په خپل
تشخيص يا د مربوط مقام په پيشنھاد د ايله شوی شخص د ګرفتارۍ او توقيف امر د عدل د وزير تر قراره پوری صادر
کاندی .په دی صورت کښی دا په کار دی چه د تورن د بند موده له پنځلسو ورځو زياته نه شی او يا دا چه د لوی څارنوال
امر حاصل کړی شی -او ھر کله چه د مشروط خالصون امر لغو کړی شی نو ھغه موده چه تورن په دی صورت زندان
ته د بيرته راوستلو نه پس تيره کړی ده د واجب التنفيذ مودی نه تخفيفيږی.
څلورسوه نه ديرشمه ماده -که چری مشروط خالصون د محکوم بھا جزا د مودی تر اخره پوری لغو نه کړی شی نو پسی
قطعی کيږی که چری محکوم بھا جزا عمری بند وی نو د مشروط خالصون د دری کاله تيريدو نه پس د خالصون امر
KU
قطعی کيږی .سره د دی ھم که چری مشروط ايله شوی د يو داسی جنايت يا جنحی د ارتکاب له کبله چه د ده پخوانی جرم
ته ورته وی د پورتنۍ فقری په موده کښی دننه دننه يو ځل بيا محکوم عليه شی نو که چری په دوھم حکم دری کاله نه وی
تير شوی د مشروط خالصون لغو کول جواز لری.
څلورسوه څلويښتمه ماده -که چری د مشروط خالصون قانونی شرطونه موجود وی د بندی مشروط خالصون په دوھم
AC
وار ھم کيدی شی ،په دی حالت کښی د محکوم بھا جزاء پاتی موده د محکوم بھا جزا ټوله موده ګڼل کيږی.
که چری محکوم بھا جزا عمری بند وی نو مشروط خالصون د دری کالو د تيرولو نه مخکښی جواز نه لری.
څلورسوه يو څلويښتمه ماده -څارنوالی د مشروط خالصون په باب شکايتونه د غور الندی نيسی او د ھغو د لری کولو
دپاره الزم اجراآت کوی.
پنځم باب
څلورسوه دوه څلويښتمه ماده -د ھغو مبلغونو چه د نقدی جزا له درکه ئی دولت مستحق دی او د ھغو مبلغونو چه بايد
بيرته ورکړل شی او د محکمی د لګښت او تعويضاتو د تسوئی له کيدلو وروسته څارنوالی مکلفه ده چه مقدار ئی له تنفيذه
مخکښی محکوم عليه ته ابالغ کړی خو په دی شرط چه دغه مقدار په حکم کښی نه وی څرګند شوی.
څلورسوه دری څلويښتمه ماده -حکومت ته د قابل تاديه مبلغ تحصيل د ھغو حقوقی اجراآتو د قاعدو مطابق چه په حقوقی
مسايلو تطبيقيږی او د دولتی مالونو د تحصيل په اداری الرو چارو جواز لری.
څلورسوه څلور څلويښتمه ماده -که چری تورن قابل تاديه مبلغ دولت ته ورنه کړی څارنوالی د دې قانون د څلورسوه نه
څلويښتمی مادی او ورپسی موادو د احکامو مطابق د تورن د توقيف امر صادروی.
څلورسوه پنځه څلويښتمه ماده -که چری د نقدی جزاء او د ھغه څه چه اعاده ئی الزمه ده او د تعويض او د دعوی د
لګښتونو په ورکړه يو ځای حکم صادر شی او د محکوم عليه مال د ھغو ټولو د پوره کولو دپاره کافی نه وی ھغه مبلغ چه
الس ته راشی په دی ترتيب په مستحقينو ويشل کيږی:
دريم -د نقدی جزا مبلغ او ھغه څه چه د تعويض په نامه يا د اعادی له الری بايد دولت ته ورکړل شی.
څلورسوه شپږ څلويښتمه ماده -که چری شخص توقيف شی او په نتيجه کښی يواځی په نقدی جزا محکوم شی نو محکوم
عليه ته د ھری ورځې توقيف په سر کښی پنځوس افغانۍ مجری ورکول کيږی .که چری په حکم کښی نقده جزا او حبس
KU
دواړه وی او د توقيف موده ئی د محکوم بھا حبس له مودی زياته وی نو محکوم عليه ته د زياتو ورځو په سر کښی د
پورتنۍ فقری مطابق د دغه مبلغ نه مجری ورکول کيږی.
څلورسوه اووه څلويښتمه ماده -ابتدائيه قاضی په استثنائی حاالتو کښی د تورن د غوښتنی او د څارنوالی د موافقی له مخه
کولی شی چه محکوم عليه ته د دولت مستحقه مبلغ د ورکولو په باب مھلت ورکړی او يا ئی د ورکړی دپاره قسطونه
وټاکی خو په دی شرط چه د مھلت يا قسطونو له موده له نھو مياشتو زياته نه شی.
AC
د دغسی غوښتنی د منلو يا نه منلو په باب صادر شوی امر د استيناف وړ نه دی .که چری تورن د يو قسط تحويل وځنډوی
نو قسطونه له منځه ځی او قاضی که الزمه وګڼی د قسط د لغو کولو امر صادرولی شی.
شپږم باب
څلورسوه اته څلويښتمه ماده -د ھغه مبلغ د تحصيل دپاره د مجرم توقيف جواز لری چه د جرم د ارتکاب له کبله د ھغه په
ورکړه محکوم شوی دی.
توقيف يوه ورځ د پنځوسو محکوم به افغانيو په مقابل کښی تطبيق کيږی.
د قباحتونو په باب د توقيف موده د نقدی جزا د تحصيل دپاره له اوو ورځو او د دعوی د لګښت او د ھغه څه چه اعاده ئی
الزمه ده او د تعويض دپاره له اوو ورځو زياتيدلی نه شی.
د جنحو او جنايتونو په باب د توقيف موده د نقدی جزا د تحصيل دپاره له درو مياشتو او د دعوی د لګښت او ھغه څه چه
اعاده ئی الزمه او د تعويض دپاره له درو مياشتو زياتيدلی نه شی.
څلورسوه نه څلويښتمه ماده -په ھغو محکوم عليھم باندی د توقيف په شکل تنفيذ نه شی کيدی چه د جرم د ارتکاب په
وخت کښی ئې عمر له پنځلسو پوره کلونو اوښتی نه وی او يا د حبس په جزا باندی د جزا د ځنډ سره محکوم شوی وی.
څلورسوه پنځوسمه ماده -د دی قانون د څلورسوه يوويشتمی او څلورسوه څليرويشتمی مادی حکمونه د تنفيذ په برخه
کښی د توقيف په وسيله تطبيقيږی.
څلورسوه يو پنځوسمه ماده -که چری احکام متعدد وی او ټول د قباحتونو ،يا جنحو يا جنايتونو په باب صادر شوی وی
تنفيذ د ټول محکوم بھا مبلغ له مخه کيږی.
په دی حالت کښې بايد چه د توقيف موده د جنحو او جنايتونو د جزا د اخرين حد نه او د قباحتونو په باب له يويشتو ورځو
زياته نه شی ،خو که چری جرائم مختلف النوع وی نو د ھر جرم د جزا حد اکثر په نظر کښی نيول کيږی خو البته د
KU
توقيف موده په ھيڅ حالت کښې د نقدی جزا د تحصيل دپاره له شپږو مياشتو او د لګښتونو ،او د ھغه څه چه اعاده ئې
الزمه وی او د عوض د تحصيل دپاره له شپږو مياشتو نه زياتيدلی نه شی.
څلورسوه دوه پنځوسمه ماده -که چری محکوم فيھا جرائم مختلف وی نو ھغه مبلغ چه ورکړ شوی دی يا د محکوم عليه
په شتمنۍ باندی د حکم د تطبيق په الره تحصيل شوی دی نو لومړی په جنايتونو کښی بيا په جنحو او ورپسی په قباحتونو
کښی د محکوم بھا مبلغ نه طرح کيږی.
AC
څلورسوه دری پنځوسمه ماده -د توقيف په الر تنفيذ د څارنوالی د امر له مخه د عدل د وزير د الرښودنی مطابق کيږی.
او له ھغه وروسته چه دا خبره تورن ته د دی قانون د څلورسوه دری څلويښتمی مادی مطابق ابالغ کړی شوه او د آزادۍ
تحديدوونکی موده ھم تيره شوی وه شروع کيدای شی.
څلورسوه څلور پنځوسمه ماده -څه وخت ھغه چه مبلغ چه تحصيل يی مطلوب دی د ھغه مبلغ د طرحی نه پس چه يا
محکوم عليه ورکړی او يا د ده په شتمنۍ باندی د حکم د تطبيق له الری تحصيل شوی دی په پورتنو موادو کښی د راغلی
سنجش له مخه د ھغه مودی سره مساوی شی چه محکوم عليه په توقيف کښی تيره کړی ده ،نو توقيف پای ته رسيږی.
څلورسوه پنځه پنځوسمه ماده -محکوم عليه د لګښتونو د عوض او د ھغه څه له ورکړی څخه چه اعاده ئی الزمه ده او
دغه شان د توقيف په الر د نقدی جزا له ورکړی څخه يواځی په ھغه صورت معافيدلی شی چه د ھرو پنځوسو افغانيو په
سر يوه ورځ په توقيف کښی تيره کړی .که چری د جنحو ھغی محکمی ته چه د محکوم عليه د ھستوږنی ځای د ھغی په
قضائی ونډ کښی دننه وی دا جوته شی چه محکوم عليه په ورکړه قادر دی او محکمی پری د ورکړی حکم ھم کړی دی
خو تعلل کوی کولی شی چه په ده باندی د توقيف په الر د تنفيذ امر صادر کاندی ،په دغسی حالت کښې د توقيف موده له
درو مياشتو زياتيدلی نشی او په دغه حالت کښې د توقيف په بدل کښی د عوض د مبلغ نه ھيڅ مقدار نه طرح کيږی .د
محکوم له پلوه په معموله طريقه دعوی اقامه کيږی.
څلورسوه شپږ پنځوسمه ماده -محکوم عليه کولی شی چه د توقيف د امر له صادريدو نه مخکښی ھر وخت د څارنوالی نه
وغواړی چه د کوم مبلغ حکم په ده شوی دی ھغه دی په يو داسی السی او يا صنعتی کار باندی چه دی ئی اجرا کړی بدل
کاندی.
څلورسوه اووه پنځوسمه ماده -محکوم عليه د پورتنۍ مادی ذکر شوی کار د يوی دولتی اداری دپاره بی مزدورۍ د ھغی
مودی په اندازه برابر چه د توقيف له الری د تنفيذ له مخه په ده باندی راتله اجرا کوی.
څلور سوه اته پنځوسمه ماده -د ھغه قسم کارونو د انواعو ټاکنه چه د دی قانون د څلورسوه شپږ پنځوسمی مادی مطابق
پرې د محکوم عليه بوختيدنه جواز لری او دغه شان ھغه اداری مربوط مراجع ټاکل چه دغه انواع تثبيتيوی د مربوطه
وزارت د وزير د قرار له مخه کيږی.
KU
څلورسوه نه پنځوسمه ماده -په کار باندی د څلورسوه شپږ پنځوسمی مادی د حکم مطابق د محکوم عليه بوختيدنه د ھغه
ښار يا اولسوالۍ نه بھر چه دی پکښی اوسی جواز نه لری.
څلورسوه شپيتمه ماده -ھغه محکوم عليھم چه د څلورسوه شپږ پنځوسمی مادی د حکم مطابق ئی په کار باندی بوختيدنه
ټاکل شوی خو ھغه ځای ته چه د دوی د کار دپاره په ګوته شوی دی بی د کم معقوله عذره نه ورځی يا د کار د کولو نه
پټيږی يا د يوی ورځی د ټاکلی اندازی کارته پوره کوی توقيف ځای ته ليږل کيږی چه د قانون مطابق د توقيف په الر د
AC
تنفيذ امر پر تطبيق شی.
محکوم عليه ته د ھغو ورځو مجرا ورکوله کيږی په کومو کښی چه ده مطلوب کار اجرا کړی دی.
څلورسوه يوشپيتمه ماده -ھمدغه شان د توقيف د الری نه د تنفيذ حکم په ھغو محکوم عليھم باندی ھم تطبيق کيږی چه
کار په توقيف غوره وګڼی خو داسی کار پيدا نه شی چه په ھغه باندی د دوی په بوختيدنه څه ښيګړه په الس راغلی شی.
څلورسوه دوه شپيتمه ماده -د ھری ورځی د کار په سر د ھغه مبلغ له جملې نه چه ورکړه ئی دولت ته الزمه ده لکه د
تعويض جزا ،ھغه څه چه اعاده ئی الزمه ده او د دعوی لګښت پنځوس افغانۍ طرح کيږی.
اووم باب
د تنفيذ اشکال
څلورسوه دری شپيتمه ماده -ھر قسم اشکال چه د محکوم عليه له پلوه د تنفيذ په مقابل کښی راوالړ شی ھغی محکمی ته
وړاندی کيږی چه د تنفيذ محل د ھغی په قضائی ونډ کښی دننه وی.
څلورسوه څلورشپيتمه ماده -نزاع بې له ځنډه د څارنوالی په الس محکمی ته وړاندی کيږی ،ذی عالقه کسان مکلف کيږی
چه د نزاع د پريکړی دپاره کومه غونډه ټاکل کيږی چه ھغی ته حاضر شی.
محکمه چه د څارنوالی او ذی عالقه اشخاصو بيان واوری نو د موضوع د پريکون اقدام کوی .په دغه باب د محکمی قرار
نھائی دی.
محکمه که الزمه وګڼی کولی شی چه الزم تحقيقات وکړی او د دی خبری واک لری چه د نزاع پريکړی تر نتيجې پورې د
تنفيذ د ځنډولو امر صادر کړی.
دغه شان څارنوالی کولی شی چه که الزمه وګڼی محکمی ته د نزاع له وړاندی کيدو نه مخکښی په موقت صورت د حکم
تنفيذ وځنډوی.
څلورسوه پنځه شپيتمه ماده -که چری د محکوم عليه د شخصيت په سر نزاع پٻښه شی نو پريکړه ئی د دوو پورتنو مادو
د احکامو مطابق کيږی.
KU
څلورسوه شپږ شپيتمه ماده -که چری د محکوم عليه په شتمنۍ باندی د مالی احکامو د تنفيذ په حالت کښی د تنفيذ الندی
راغلو مالونو په باب د محکوم عليه نه پرته د بل چا له پلوه نزاع راوالړه شی نو دا موضوع د حقوقو محکمی ته د حقوقی
اجراآتو د قاعدو مطابق وړاندی کيږی.
اتم باب
AC
څلورسوه اووه شپيتمه ماده -که چری محکوم عليه د حکم د قطعيت نه وروسته ومری نو حکم ساقطيږی.
څلورسوه اته شپيتمه ماده -د محکوم عليه د مړينی له کبله د حکم سقوط د ده په متروکه باندی د عوض د ورکړی ،د ھغه
څه د ورکړی چه اعاده ئې الزمه ده او د دعوی د لګښت په باب د مالی جزا د حکم د نافذ کيدو مخه نه نيسی.
نھم باب
د حيثيت جارويستنه
څلورسوه نه شپيتمه ماده -ھر څوک چه په جنايت يا جنحه کښی محکوم عليه واقع شی ھغه ته د حيثيت جارويستنه جواز
لری.
څلورسوه اويايمه ماده -د حيثيت د جارويستنی حکم د محکوم عليه د غوښتنی له مخه د جناياتو د مربوطی محکمی له پلوه
صادريږی.
څلورسوه يو اويايمه ماده -د حيثيت د جارويستنی په باب د دې شرطونو رعايت کيږی:
-١جزا بايد يا په مکمل صورت نافذه شوی يا ئی عفو صادره شوی وی.
-٢که چری جزا د جنايت له کبله وی نو د تنفيذ له تاريخه به ئی شپږ کاله او که د جنحی له کبله وی د تنفيذ له تاريخه به
يی درې کاله تير شوی وی .او که چری دغه حکم د جرم د تکرار په اثر صادر شوی وی نو پورتنۍ موده يو په دوه
کيږی.
څلورسوه دوه اويايمه ماده -که چری محکوم عليه د اصلی جزا د زغملو نه پس د پوليس د څارنی الندې نيول شوی وی
نو د حيثيت د جارويستنی موده د پوليس د څارنی د ختميدو له وروستۍ ورځی نه حسابيږی.
څلورسوه دری اويايمه ماده -که چری محکوم عليه په مشروط ډول خالص شوی وی د حيثيت د جارويستلو موده د جزا د
ختميدو د ټاکلی تاريخ او يا له ھغه تاريخه چه مشروط خالصون نھائی شکل غوره کوی حسابيږی.
څلورسوه څلور اويايمه ماده -د حيثيت د جارويستنی حکم ھغه وخت صادريدلی شی چه محکوم عليه نقدی جزا ،ھغه څه
KU چه اعاده ئی الزمه ده او عوض او د دعوی لګښت پوره پوره ورکړی وی.
که چری محکوم عليه خپله نشتمنی ثابته کاندی نو محکمه کولی شی چه د حيثيت د جارويستلو په باب د محکوم بھا مبلغ د
ورکړی د شرط نه تير شی.
که چری د عوض ،د ھغه څه چه اعاده ئی الزمه ده او د لګښت محکوم له پيدا نه شی او د محکوم به له اخيستلو نه ځان
AC
وژغوری نو محکوم عليه مکلف دی چه د حقوقی اجراآتو د قاعدو مطابق ھغه امانت کيږی.
که چری محکوم له ئې له پنځو کالو دننه غوښتنه ونه کړی نو د محکوم عليه له خوا د ھغه بيرته اخستنه جواز لری.
که چری په محکوم عليه باندی د تضامن په اساس حکم صادر شوی وی نو يواځی د پور د ھغی برخې پريکون چه په ده
پورې تعلق لری کافی دی او که الزمه شی ھغه برخه چه دی ئې بايد پريکړی د محکمی له خوا ټاکل کيږی.
څلورسوه پنځه اويايمه ماده -که چری د حيثيت د جارويستنی د غوښتنوال په باب ګڼ حکمونه صادر شوی وی نو تر څو
پوری چه ده د ھر حکم په باب په پورتنو مادو کښی درج شوی شرطونه پوره کړی نه وی تر ھغی پوری د ده د حيثيت
جارويستنه جواز نه لری او په دی حالت کښی د مودی د سنجش په باب د وروستی حکم تاريخ اعتبار لری.
څلورسوه شپږ اويايمه ماده -د حيثيت د جارويستنی غوښتنه په يوه عريضه کښی څارنوالی ته وړاندی کيږی ،په دی
غوښتن ليک کښی بايد د غوښتنوال د ھويت په باب ،د ھغه حکم د تاريخ په باب چه د ده خالف صادر شوی او د ھغو
ځايونو په باب چه د حکم نه وروسته پکښی اوسيدلی دی الزم بيان درج وی.
څلورسوه اووه اويايمه ماده -څارنوالی د غوښتنوال په باب د خپل اطمينان حاصلولو دپاره د حکم د صادريدو نه پس په
ھر ځای کښی د ده د اوسيدنی د مودی او نيټی ،د ده د ګوزاری او معيشت د وسيلو په حقله او د نورو الزمو معلوماتو د
الس ته راوستلو دپاره خپل تحقيقات کوی ،څارنوالی دغه تحقيقات د حيثيت د جارويستنی د غوښتن ليک په ملتيا د خپلی
نظريی او د ھغی د موجبه اسبابو د ذکر سره د غوښتن ليک د وړاندی کيدو نه پس په درو مياشتو کښی دننه دننه محکمی
ته وړاندی کوی او دا پاڼی ھم ورسره يو ځای کوی:
څلورسوه اته اويايمه ماده -د حيثيت د جارويستنی غوښتن ليک د محکمی له پلوه د غور الندی نيول کيږی ،محکمه د
څارنوالی او غوښتنوال بيان اوريدلی شی او ھم په دغه باب ھر قسم معلومات حاصلولی شی.
KU غوښتنوال کم نه کم د غونډی د کيدو نه اته ورځی مخکښی محکمی ته په حاضريدو مکلف کيږی.
ھغه حکم چه محکمه يی په دغه باب صادروی يواځی د ستری محکمی له خوا د قانون په تطبيق يا تاويل کښی د خطا د
پيښيدو په اساس پری له نوی سره غور کيدی شی.
څلورسوه نه اويايمه ماده -که چری محکمی ته څرګنده شی چه د غوښتنوال ګوزاره د حکم د صادريدو له وخته راھيسی
AC
د ده د ځان د اصالح په باب د ډاډ وړ ده او د دی قانون د څلورسوه څلور اويايمی مادی دوه شرطونه ھم موجود وی نو
محکمه د حيثيت د جارويستنی په باب خپل حکم صادروی.
څلورسوه اتيايمه ماده -د حيثيت د جارويستنی د حکم يو نقل د څارنوالی له پلوه ھغی محکمی ته چه د جزا حکم ئی صادر
کړی دی د اصلی حکم په حاشيه کښی د قيد کولو دپاره ليږل کيږی.
دغه شان د سوابقو په دفتر کښی د حيثيت د جارويستنی د حکم د قيدولو امر صادروی.
څلورسوه يو اتيايمه ماده -محکوم عليه ته د حيثيت د جارويستنی په باب د حکم صادرونه فقط يو ځل جواز لری.
څلورسوه دوه اتيايمه ماده -که چری د حيثيت د جارويستنی غوښتن ليک د محکوم عليه د ګوزاری له مخه قبول نه کړی
شی نو دغه غوښتن ليک د دوه کاله تيريدو نه مخکښی تازه کيدی نه شی.
په نورو حاالتو کښی که چری الزم شرطونه راجمع شی نو غوښتن ليک تازه کيدی شی.
څلورسوه دری اتيايمه ماده -که چری دا څرګنده شی چه د محکوم عليه خالف نور داسی حکمونه صادر شوی دی چه
محکمه ئی له صادريدو نه خبره نه وه او يا محکوم عليه د حيثيت د جارويستنی د حکم له صادريدو نه پس د يو داسی جرم
د ارتکاب له کبله په جزا محکوم شی چه د دغه حکم د صادريدو نه مخکښی پيښ شوی وی نو محکمه کولی شی چه د
حيثيت د جارويستنی حکم لغو کړی .د الغاء حکم د څارنوالی د غوښتنی له مخه د ھغی محکمی له خوا صادريږی چه د
حيثيت د جارويستنی حکم ئی صادر کړی وی.
KU
AC