You are on page 1of 5

‫اجمل خټک‬

‫د ويکيپېډيا لخوا‬
‫ورټوپ کړه‪ :‬ګرځېدنه‪ ,‬پلټل‬

‫اجمل خټک‬

‫اجمل خټک‬
‫اجمل خټک (‪ ۱۵‬د سېپتمبر‪ ۱۹۲۵ ،‬ز‪.‬ک ‪ ۷ -‬د فبروري‪۲۰۱۰ ،‬‬
‫ز‪.‬ک) (په انګرېزي‪ )Ajmal Khattak :‬د پښتو ژبې يو تکړه‬
‫ليکوال‪ ،‬شاعر او سياسي څېره وه‪ .‬نوموړی د پښتونخوا ملي‬
‫عوامي پارټۍ فعاله سياسي غړی او د پاکستان د ولسي جرګې غړی‬
‫هم پاتې شوی‪.‬‬
‫نيوليک‬
‫‪[ ‬پټول]‪ ‬‬
‫‪ 1‬مخينه‬ ‫‪‬‬
‫‪ 2‬زده کړې‬ ‫‪‬‬
‫‪ 3‬چاپ شوي آثار‬ ‫‪‬‬
‫‪ 4‬انځورتون‬ ‫‪‬‬
‫‪ 5‬د شعر يوه بېلګه‬ ‫‪‬‬
‫‪ 6‬سرچينې‬ ‫‪‬‬
‫‪ 7‬باندنۍ تړنې‬ ‫‪‬‬

‫مخينه‬
‫اجمل خټک په ‪ ۱۵‬د سېپتمبر په اکوړه خټک کې زېږېدلی ؤ‪ .‬له‬
‫ماشومتوب نه د خان عبدالغفار خان له شخصيت نه متاثره شوی ؤ‬
‫او چې کله ‪ ۱۷‬کلن شو نو په فعاله توګه يې د هند د پرېښودلو د‬
‫غورځنګ غړيتوب ترالسه کړ‪ .‬هغه مهال دی د پېښور د ګورنمنټ‬
‫هاي سکول زده کوونکی ؤ‪ ،‬خو خپل زده کړې همداسې نيمګړې‬
‫پرېښودلې او د همدې سياسي غورځنګ غړيتوب ته والړ‪ .‬دا د هغه‬
‫سياسي ښکېلتابه پيل ؤ چې تر پينځو لسيزو پورې يې فعاليت وکړ‬
‫او په همدې وخت کې يې د خپل ادبي او زده کړو په پرمختګ کې‬
‫هم د درد نه ډکې لمحې په زندانونو کې تېرې کړلې‪ .‬که څه هم چې‬
‫نوموړي د پېښور پوهنتون نه په پارسۍ کې ماسټري اخيستې‪ ،‬خو‬
‫هغه په پښتو ادب کې د ځانګړو نوښتونو الره هم هواره کړې‪ .‬او‬
‫پښتو ادب يې د انګرېزي ادبياتو سره وتاړه‪ ،‬او په همدې توګه يې د‬
‫پښتو ادبياتو د يوه پرمختلونکي شاعر نوم هم خپل کړ‪.‬‬
‫زده کړې‬
‫تر اتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې اوبيا دپيښور‬
‫عالى ښوونځي ته ورغي ‪ .‬داچي اجمل خټک په ځينوسېاسی‬
‫چاروکې فعال ښکيل وونوپدې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي‬
‫له ښوونځي نه وايستل شو‪.‬‬
‫خوله پوهې سره مينې دى غلى نه کړاوپه شخصي توگه يي لوست‬
‫ووايه او عربى ‪ ،‬پښتو او فارسي ىې ولوستل ‪ ،‬انگريزي ژبه يي‬
‫زده کړه اوپوهنتون ته يې دازموينې په ورکولو پيل وکړ‪.‬‬
‫خوله ازموينې يي راويست او زندان ته يي وردننه کړ‪ .‬ده په زندان‬
‫کې هم لوست وايه اوله همغه ځايه يي ازموينې ورکړې ځکه يوازې‬
‫دازموينې په ورځ يي اجازه ورکوله چې له زندانه ازموينې ته‬
‫ورشي اوبيرته به يې زندان ته راوست‪.‬‬
‫له زندان نه وروسته ښاغلى خټک دپيښورپوهنتون ته بريالى شو‪ .‬بيا‬
‫يي ونيواوداځل يي دمچ مشهور زندان ته بوت خو بيا ېې هم‬
‫لوستونه مخکې وړل اوله همغه ځايه يې دفلسفې اوارواپوهنې‬
‫ازموينه ورکړه ‪.‬‬
‫له ‪١٩٤٢‬ز نه تر‪١٩٤٤‬ز کال پورې ېې سياسي فعاليت کاوه اوله‬
‫ستونزوسره هم ډيرمخامخ وو خوپه ‪ ١٩٤٧‬ز کال کې پاکستان‬
‫جوړشواوددوى ستونزې دپخواپه پرتله په کمېدوشوې‪ .‬دنشنل‬
‫عوامي گوند منشي پاتې شوى دى‪.‬‬
‫د ښوونکي دنده يې ترسره کړې ده او په پېښور راډيوکې يې هم‬
‫کارکاوه پروگرامونه به يې ليکل‪.‬خودژوند ډېره برخه يي لکينې ته‬
‫ځانگړې کړې ده ‪.‬اجمل خټک مشهورشاعر اوليکوال دى ‪.‬‬
‫چاپ شوي آثار‬
‫تراوسه يي ‪ ١٣‬کتابونه او‪ ١٨‬رسالې چاپ شوي دي ‪.‬‬
‫پښتو ادب کى تاريخ(اردو)‬ ‫‪.1‬‬
‫پښتانۀ شعراء(پښتو)‬ ‫‪.2‬‬
‫ژوند او فن(پښتو)‬ ‫‪.3‬‬
‫[‪]1‬‬
‫د غيرت چيغه (پښتو)‬ ‫‪.4‬‬

‫کچکول(پښتو)‬ ‫‪.5‬‬
‫باتور(پښتو)‬ ‫‪.6‬‬
‫دا زۀ پاګل ووم(پښتو)‬ ‫‪.7‬‬
‫دوخت چغه(پښتو)‬ ‫‪.8‬‬
‫ګلونه تکلونه(پښتو)‬ ‫‪.9‬‬
‫ګل پرهر( پښتو)‬ ‫‪.10‬‬
‫سرې غونچې(پښتو)‬ ‫‪.11‬‬
‫ځنډ وخنډ(پښتو)‬ ‫‪.12‬‬
‫عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو)‬ ‫‪.13‬‬
‫جال وطن کى شاعري(اردو)‬ ‫‪.14‬‬
‫افغان ننګ(پښتو)‬ ‫‪.15‬‬
‫دژوند چغه(پښتو)‬ ‫‪.16‬‬
‫‪ .17‬قيصه زما دادبى ژوند(پښتو)‬
‫په دې وروستيو کالونو کې چې روغتيايي حالت يي هم ښه نه ؤ نو د‬
‫يوه نوى کتاب په ليکلو بوخت ؤ چې د خپل ژوند لوړې ژورې پکې‬
‫راغونډې کړي‪ .‬نوموړي دا نيت هم درلود چې په دې کتاب کې دا‬
‫وليکې چې ولې افغانستان ته تللي وو او شل کاله يي هلته ولې ژوند‬
‫وکړ‪ ،‬د خپلو ليدنو کتنو په اړه يې خاطرې هم ليکلي او همداراز يې‬
‫کتاب ته د ترخه وختونه او خواږه يادونه نوم ورغوره کړى ؤ‪.‬‬
‫انځورتون‬

‫‪‬‬
‫اجمل خټک‬

‫‪‬‬
‫اجمل خټک‬
‫د شعر يوه بېلګه‬

You might also like