Professional Documents
Culture Documents
د ژوند درسونه
د ژوند درسونه
com
(c) ketabton.com: The Digital Library
د ژوند درسونه
(هغه جملې چې ژوند مو بدلوالی يش!)
ډالۍ
“زما ټولو ښوونکو ته چې له برکته يې يو څو
توري ليکالی شم”.
(c) ketabton.com: The Digital Library
يو څو خربې
په ژوند کې مثبت بدلون او پرمختګ د هر انسان هيله ده؛ خو دا بدلون دومره آسانه هم نه وي.
ځکه چې موږ بايد تر ټولو لومړی پر ژوند پوه شو؛ په داسې حال کې چې پر ژوند پوهېدل ډېر
وخت غواړي .ځکه چې د ژوند تر ټولو ښه درسونه ،تجربې دي او د تجربو لپاره بايد خپل عمر او
وخت نذرانه کړو .موږ بايد عمر تېر کړو ترڅو له ژونده درس او پند واخلو .نو آيا ښه نه ده ،چې د
پخوانيو خلکو له تجربو ګټه واخلو؟ هغوی چې له موږ وړاندې تېر شوي ،ژوند يې کړی او د ژوند
پر رموزو پوه دي؟
فکر کوم همدا به يې بهرتينه الره وي .ددې کتاب محتوا هم همداسې ده .ما هڅه کړې ،چې د
نړۍ د نامتو ليکوالو له ځينو مهمو ويناوو څخه د ژوند درسونه ترالسه کړم .تاسو به لومړی د هر
ليکوال پېژندنه ولولئ او ورپسې يي د ويناوو رشحه ولولئ ،کومې رشحې چې کوالی يش ستاسو په
فکر ،کړو وړو او ژوند کې يو مثبت بدلون راويل .په دې هيله ،چې د کتاب تر لوستلو وروسته پخپل
ځان او فکر کې يو ښه بدلون حس کړئ!
درنښت!
(c) ketabton.com: The Digital Library
هوګو
هوګو په نولسمه زېږديزه پېړۍ کې په ځانګړې توګه د فرانسې او په
کُل کې د ټولې نړۍ نامتو لیکوال او شاعر دی .د نوموړي بشپړ نوم
ويکټور هوګو ) (Victor Hugoدی .دې سرت لیکوال په ""۱۸۰۲
زیږديز کال کې د فرانسې هېواد په بزانسون سیمه کې دې نړۍ ته
سرتګې پرانيستلې .ویل کېږي چې نوموړی ډېر کمزوری ماشوم و،
نو اکرثو خلکو هیله نه لرله چې هوګو دې ګوندې ژوندی پاتې
يش .مګر د خلکو د وړاندوینې برعکس هغه ژوندی پاتې شو او
یو سرت لیکوال ترې جوړ شو .
هوګو لومړنۍ زده کړې په پاریس کې وکړې .له یو څه مودې وروسته یې په شعر ،التيني ژبه او ریايض
کې ښه نوم وويست .هوګو خپله شاعري د مکتب په دوره کې پيل کړه او شاعرۍ يې په ښوونځي کې مډال
وګټه .په همدې وخت کې ورته د فرانسې بل نومويت لیکوال "شاتوبریان" د "عايل ماشوم" لقب ورکړ.
د هوګو شعري ټولګه په ۱۷کلنۍ کې چاپ شوه .چې خلکو یې ښه هرکلی وکړ .په یوویشت کلنۍ کې د
فرانسې پاچا لخوا پر دندې وګومارل شو او دوه زره فرانکه یې معاش و .په هغه وخت کې دا ډېرې پیسې
وې .په همدې توګه هوګو سیايس لوبې ته هم ور ودانګل .له دې کبله یې په ژوند کې ډېرې لوړې ژورې
هم ولیدې.
ددې سرت لیکوال ځينې مهم اثار عبارت دي له(( :هغه سړی چې خاندي ،بېنوایان ،د خزان پاڼې ،د یوه
محکوم وروستۍ ورځ ،وړوکی ناپيلیون او ))...
هوګو په " "۱۸۸۵زیږديز کال کې ناروغ شو .ډېر خلک به یې پوښتنې ته راتلل .چې په پای کې د همدې
کال د می په شلمه تاریخ د درې اتيا کالو په عمر ومړ .پخپله یې وصیت کړی و ،چې“ :له خپلو شتو څخه
۵۰۰۰۰فرانکه بېوزالنو ته بخښم.زما جسد د فقیرانو په تابوت کې هدیرې ته ورسوئ.د کلیسا له دعا او
بخښنې بېزاره یم .غواړم خلک راته دعا وکړي .پر خدای بشپړ ایامن لرم”.
1
(c) ketabton.com: The Digital Library
د ژوند درسونه
که پر هر کار بوخت يئ احتياط خپل عادت وګرځوئ .يو بل ليکوال وايي ،چې احتياط بايد په احتياط
کولو کې هم ويش .وارخطايي او رسعت د کار د چټکټيا لپاره ډېره مهمه ده؛ مګر احتياط له رسعت څخه
هم ډېر اړين بلل کېږي .که هر اقدام کوئ ،د احتیاط لپاره بايد د کار ټولې خواووې وسنجوئ ترڅو په
راتلونکي کې له کومې ستونزې رسه مخ نه شئ.
که جملې ته ځري شو ،فکر به وکړو چې د ښوونځي پرانيستل خو زموږ له وسې پورته کار دی .دا چاره په
دولتونو پورې اړه لري ،مګر په دې وينا کې يو بل پيغام هم پروت دی .که تاسو غواړئ خپل اوالدونه له
زندانونو او تيارو وژغورئ نو ښوونځي کې يې شامل کړئ .ترڅو په هر څه پوه يش .په لنډ ډول به يې
ووايم ،که پر خپلو اوالدونو رسمايه ګذاري کوئ نو ښوونځيو ته يې واستوئ ترڅو د جهل او ناپوهۍ دروازه
وتړل يش.
په دې جمله کې ډېر مهم پيغام دا دی ،چې بايد خپل آخرت او ابدي ژوند هېڅکله هېر نه کړو .ځينې
ځوانان وايي ،چې دوه ورځې ژوند دی ،هر څه مو چې زړه وي بايد تررسه يې کړو .مګر دوی په ناسمه
دي .ژوند هېڅکله ددې لپاره نه دی ،چې بېځايه يې تېر کړو .تل بايد خپل رب په ياد ولرو او هېڅکله له
مرګه وروسته ژوند هېر نه کړو .که همداسې وکړو نو تل به نېک کارونه کوو او ټولنې ته به مو هم خري
وريس.
هوګو يې درته ځواب وايي .هغوی چې هوډ نه لري ناکام وګړي دي .آيا داسې شوي ،چې د يوه کار اراده
مو درلوده مګر د لټۍ له امله درڅخه پاتې شوې وي؟
2
(c) ketabton.com: The Digital Library
که داسې شوي وي ،د هوډ او ارادې له کمزورۍ رسه مخ يئ .نو هڅه وکړئ چې د خپلې ارادې پياوړتيا ته
کار وکړئ .د ټولو خواوو له سنجولو وروسته چې هر کار ته اراده کوئ بايد تررسه يې کړئ ،که دا کارونه
ډېر کوچني هم وي ،مه يې پرېږدئ!
3
(c) ketabton.com: The Digital Library
ويليام شکسپري
د نوموړي بشپړ نوم ویلیام شکسپري (William
)Shakespeareدی .دی هغه نامتو لیکوال او متفکر دی ،چې
په نړۍ کې داسې لوستي خلک ډېر کم دي چې له نامه رسه به
یې اشنا نه وي .همدارنګه ویل کېږي ،چې په انګلستان کې
داسې کورونه بېخی لږ دي ،چې د شکسپیر کتاب دې په کې
پیدا نه يش .دی اصال د انګلستان دی .خو وخت ناوخت یې په
اړه ځينې عجیبې څرګندونې هم شوي دي.
یو ځل د لیبیا ولسمرش (معمر قذايف) ویيل و ،چې شکسپري اصال عرب و .خو کله چې انګرېزان د هغه په
نبوغ پوه شول نو انګلستان ته یې یووړ .ددې ترڅنګ ګڼې نورې عجیبې دعوې هم شوي دي ،مګر بیا
هم مؤرخني رسه په یوه خوله دي او شکسپري یې د انګلستان بللی دی .دا چې نوموړی د ښه فکر او حافظې
خاوند و ،نو ځکه خو یې خپل دينې کتاب په ډېر وړوکوايل کې حفظ کړی و .
دا چې د هغه وخت علوم اکرثه په التیني ژبه ول نو شکسپیر هم یاده ژبه زده کړه او ګڼ فلسفي ،اديب او
علمي کتابونه یې مطالعه کړل .د وخت په تېرېدو رسه ترې لوی لیکوال او ډرامه لیکونکی جوړ شو .دا چې
ډرامې یې ځانګړي فیلسوفانه رنګونه لري ،نو ځکه خو یې له اکرثو فلمونه هم جوړ شوي دي .نوموړی
یوازې یو ډرامه لیکونکی نه و ،بلکې یو ښه شاعر هم و .اشعار یې تر اوسه هم ګڼ مينوال لري.
د زېږېدو او مړينې نېټه یې دقیقه معلومه نه ده .خو تاریخپوهان یې د مرګ نېټه "۱۶۱۶م" کال اټکلوي .د
اوالدونو په اړه یې ویل کېږي ،چې درې زامن یې دلودل او درې واړه نالوستي وو .که څه هم د اثارو اندازه
یې معلومه نه ده .خو اټکل یې ۳۷ډرامې او ۱۵۴عنوانه شعرونه دي .
د ژوند درسونه
آيا پوهېږئ چې له پورتنۍ جملې د شکسپري موخه څه ده؟ نوموړی وايي ،هغوی چې ډېر غږېږي پوچ او
بې کامله دي .لومړی درس يې همدا دی ،چې بې کامله خلک ډېر غږېږي .موږ پښتانه هم وايو ،اسامن
چې څومره غورېږي هومره نه ورېږي .نو که تاسو هم ډېر غږېږئ ،دا په دې معنا ده چې کوم خاص کامل
نه لرئ .همدا اوس خپل ځان ته فکر وکړئ او په صداقت رسه ځواب ووايئ .آيا ډېر غږېږئ!؟
4
(c) ketabton.com: The Digital Library
که ځواب مو هو وي ،نو بايد خپلې خربې لږې او عمل ډېر کړئ .ځکه چې بريايل خلک ډېر کم غږېږي
او په مقابل کې يې ډېر کار کوي .د خپل ژوند بدلون له همدې کوچني ګامه پيل کړئ.
که څه هم د ناهيلۍ ستونزه په ټوله نړۍ کې عامه شوې ده ،مګر بيا په ځانګړې توګه افغانان له دې ستونزې
ډېر کړېږي .نو څه کول په کار دي؟
جګړې ،وژنې ،ترور ،غالوې او سل و شل نورې ستونزې هغه څه دي ،چې زموږ ژوند يې تريخ کړی دی.
مګر شکسپري وايي بيا هم بايد يو څه خواږه ولرئ ،هغه زموږ هيلې دي .تل ځان ته قناعت ورکړئ ،چې
هر څه به سم يش .يوه ورځ به دا ستونزې ،مشکالت او جنګونه پای ومومي .يوه ورځ به ښه دنده ولرئ،
کورنۍ ستونزې به مو حل يش .فقط همدا هيلې دي ،چې ستاسو د ژوند تراخه په خوږو بدلوالی يش.
پورتنۍ جمله هم عجيب درس لري .شکسپري وايي خدای ټولو انسانانو ته يو مخ ورکړی ،نو هڅه وکړئ
همداسې يو مخي اوسئ .اصال ليکوال تاسو ته له منافقت څخه د لرې اوسېدلو وړانديز کوي .ښه خربه ده
چې يو مخي اوسو ،د دوو مخو انسانانو ژوند تل له بې عزتۍ او رشميندګۍ رسه مخ وي .تاسو به هم ډېر
دوه مخي انسانان ليديل وي ،آيا هغوی مو بد و ايسېدل؟
که ځواب مو هو وي ،نو تاسو هم دوه مخي مه کوئ ،ځکه چې تاسو به هم د خلکو بدې شئ او هم به
الله “ج” درڅخه ناراضه وي .لکه څرنګه چې يئ هامغسې ځان وښيئ .که بيا هم دا ستونزه لرئ ،مه خفه
کېږئ .ځکه چې هېڅ انسان بې عيبه نه دی .خو اصالح يئ کړئ .همدا ترټولو غوره خربه ده.
څومره چې صرب زياتېږي ،هومره دقت زياتېږي او چې دقت زيات يش کاميايب زياتېږي”.شکسپري”
په ژوند کې صرب لرل انسان د کاميابۍ تر لوړو پوړيو رسوي .نن سبا اکرثه خلک وارخطا وي .دوی غواړي
ژر زدکړې وکړي ،ژر دنده واخيل او ژر پيسې پيدا کړي .په دې کار رسه ددوی فکري مترکزی ګډوډېږي
او په اسانۍ رسه خپلو موخو ته نه رسېږي.
5
(c) ketabton.com: The Digital Library
که تاسو غواړئ خپلو موخو ته ورسېږئ نو صرب ولرئ .عجله د شيطان کار دی .څومره چې صرب کوئ
هومره به ښې پايلې وينئ .هسې خو نه وايي چې ((د صرب مېوه خوږه وي )).د صرب په نتيجه کې دقت
رامنځته کېږي ،دقت د کار ښه والی ښيي او ښه کار حتام بريالی وي .نو صرب ولرئ! صرب!
په ژوند کې د دوستانو لرل ډېر مهم وي .که تاسو هم ښه دوستان لرئ نو بختور يئ .مګر ستونزه دا ده ،چې
اکرثه خلک ښه دوستان نه يش پېژندالی.
هڅه وکړئ ښه دوستان ولرئ ،خو پوهېږئ ښه دوست چاته ويل کېږي؟ ځواب يې بېخي لنډ دی .ښه
دوست هغه دی ،چې په سخت وخت کې مو پرته له مطلبه السنيوی وکړي .همدرانګه هڅه وکړئ شناخته
او دوستان رسه بېل کړئ .د هر انسان په ژوند کې ډېر پېژندګلو وي ،مګر مه هېروئ چې دوستان بيا ډېر کم
وي.
6
(c) ketabton.com: The Digital Library
هوراس
هوراس د لرغوين روم يو سرت شاعر ګڼل کېږي .د نوموړی بشپړ نوم
“کوینتوس هوريش فالکوس” دی ،چې په “ ۸ -۶۵ق.م” کې يې ژوند کړی
دی .د زېږېدو ځای یې د لرغوين روم (اوسنۍ ايټاليا) وينوسيا ښار ښودل
شوی دی.
د ژوند درسونه
له سبا ورځې نه څوک خرب دي؟ همدا نن ورځ په خوښۍ تېره کړه”.هوراس”
که ځري شو نو نوموړی هغه خلک ننګوي ،چې تل د سبا په اړه فکر کوي .دا ډول خلک د سبا په اندېښنو
کې د نن موقع له السه ورکوي .اوس تاسو فکر وکړئ او سم ځواب ووايئ ،آيا تاسو هم راتلونکي ته
اندېښمن يئ؟ که ځواب مو هو وي ،نو دا کړنه همدا نن پرېږدئ .ددې چارې تاوان ډېر زيات دی .تاسو د
سبا په اندېښنو کې د نن فرصت له السه ورکوئ او خپل ژوند د اندېښنو او تشويشونو قرباين کوئ .که
ستاسو ملګري هم دا ستونزه لري ،کوالی شئ هغوی هم له دې ناسمې الرې را وګرځوئ.
د جلمې ژورو ته که ځري شو ،نو خربه واضحه ده .ډېری خلک ښې مفکورې لري ،پالن لري او پوهېږي
چې بريايل کېږي .مګر بيا هم ترې کار پاتې وي .پوهېږئ اسايس علت يې څه دی؟ پيل! دا ډول خلک
له پيله وېرېږي .که تاسو هم په ورته حالت کې يئ همدا اوس خپل امکانات وسنجوئ او په کار الس
پورې کړئ .دا خربه ستاسو په علمي ،ټولنيز او کاري ژوند کې هم صدق کوي .ځينې خلک د درس،
ځينې د اړيکو او ځينې نور بيا د کاروبار په رشوع کولو کې د پيل له مرحلې نه يش تېرېدالی .اوس فکر
وکړئ تاسو څه پالن لرئ؟ ځواب مو که هر څه وي پيل يې کړئ .ډېر ژر به د خپل فعاليت پای او پايله
هم ووينئ.
7
(c) ketabton.com: The Digital Library
د امپراتورۍ له اراده کولو څخه د خپل ځان اراده کول سخت دي”.هوراس”
آيا لويې هيلې لرئ؟ د لويو کارونو د تررسه کولو ارادې لرئ؟ که ځواب مو هو وي نو لومړی بايد پر خپل
ځان حاکميت پيدا کړئ .تاسو ته به پر ځان حاکميت بېخي عجيبه ښکاري ،مګر دا تر ټولو سخت کار
دی .که تاسو پر خپل ځان حاکميت پيدا کړ ،ټولې نړۍ ته تغري ورکوالی شئ .آيا کله له خپلو غوښتنو تېر
شوي يئ؟ که ځواب مو هو وي نو تر اوسه پر خپل ځان حاکميت نه لرئ .ددې جملې رشحه ډېره لويه
ده .خو په لنډ ډول ويالی شو پر ځان حاکميت پر نړۍ حاکميت دی .تاسو به فکر کوئ چې نړۍ خو ډېره
لويه ده .حقيقت هم همدا دی ،چې نړۍ ډېره سرته ده؛ خو زموږ موخه فردي نړۍ دي .موږ د سرتې نړۍ
ترڅنګ ځينې کوچنۍ نړۍ هم لرو .لکه خپله کورنۍ ،قوم او هېواد هم زموږ د کوچنۍ نړۍ يوه برخه
ګرځي.
8
(c) ketabton.com: The Digital Library
بالزاک
په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د بنسټ اېښودونکو له
ډلې يې هم بالزاک دی .د نوموړي بشپړ نوم (اونوره دو
بالزاک) دی .دی په نړېواله کچه يو پېژندل شوی
شخصیت دی .د خپل قلمي قوت اظهار داسې کوي:
((هغه څه چې ناپيليون د تورې پرمټ السته راوړل زه يې
د قلم پر مټ ترالسه کوم)).
بالزاک يو څه زده کړې په ښوونځيو کې وکړې ،بيا يې په يوه کالج کې دينې زده کړې هم پای ته ورسولې.
وروسته يې په فرا نسه کې د حقوقو پوهنځی ولوست او نږدې درې کاله يې د وکالت دنده هم پرمخ يوړه.
وروسته يې د خپلو والدينو د خوښې خالف ادبياتو ته مخه کړه .له ورځپاڼو رسه يې دنده واخیسته .په دې
توګه دا سرت ليکوال خپل اصيل مسري ته برابر شو او په نړېواله کچه وپېژندل شو .له ګڼو اديب السته راوړنو
وروسته بالزاک په ((۱۸۵۰ز)) کال کې ومړ.
ژوند درسونه
يوازې د روح وتل د مړينې معنا نه لري .هرکله چې ناهييل شوئ ،په دې معنا چې تاسو مړه يئ .ناهييل
انسانان په ذهني لحاظ ځورېږي او هېڅ کار ته يې الس نه ورځي .د بالزاک موخه دا ده ،چې تاسو که ژوند
غواړئ نو هيلې ولرئ او همدا ستاسو د ژونديتوب معنا لري .له هيلو پرته مړه يئ مړه!
همدا اوس له ځان رسه فکر وکړئ ،آيا تاسو هيلې لرئ؟ هيلې مو څه دي؟
که هره هيله لرئ ،تاسو وته ژمن پاتې شئ او په ترالسه کولو کې يې هېڅ درېغ مه کوئ .د جملې په بله
برخه کې د ډېرې خوښۍ مسئله ده .پر له پسې خوښي له انسانه خپل رب هېروي او په دې توګه له اروايي
9
(c) ketabton.com: The Digital Library
مړينې رسه مخ کېږي .په لنډ ډول ويالی شو ،په هر ډول حاالتو کې خپل رب مه هېروئ .که خوښ يئ يا
خفه خپل رب ته رجوع کوئ.
هېڅ وخت نه شئ کوالی ،چې د مور تر مينې رښتينې مينه پيدا کړئ” .بالزاک”
په دې کې لوی پيغام هغوی ته دی ،چې له خپلو ميندو خفه دي .که ستاسو ميندې ژوندي وي ،بختور
خلک يئ .د خپلې مور قدر وکړئ او مينه ورکړئ .ځکه چې په نړۍ د مور د مينې په څېر حقيقي مينه نه
پيدا کېږي .که تاسو هرڅومره لويه تېروتنه وکړئ ،مور مو بخښي او بيا مو هم ښکلوي ،مګر نور انسانان
هېڅکله دا خاصيت نه لري .نه مو ملګری او نه مو هم مېرمنه له لويې تېروتنې وروسته په اسانۍ بخښي.
د يوه ليکوال انسان د ژوند تجربه همدا ده ،چې ډېرې خربې د منافقت نښه ده .هغه انسان چې له موږ
وړاندې تېر شوی او ډېر انسانان يې ليديل دي .آيا تاسو داسې کوم څوک پېژنئ ،چې ډېر غږېږي؟ که يې
پېژنئ نو ويئ څارئ حتام به بدنيتي درته لري .خو بيا هم کېدای يش دا خربه پر ټولو انسانانو صدق و نه
کړي ،مګر دا خربه واضحه ده ،چې پوه انسانان ډېر نه غږېږي او چوپيتا يې اختياره کړې وي.
نابغه هغه څوک دی ،چې خپل فکرونه په عمل کې وکاروي” .بالزاک”
دلته نو بايد پوه شئ چې ستاسو او د يو نابغه ترمنځ توپري څومره دی .لږ دی بېخي لږ .که تاسو هم د خربو
پر ځای عمل ډېر کړئ نابغه يئ .همدا اوس خپل پالنونه وسنجوئ او عمل پرې وکړئ نو ډېر ژر به د بریا
او پرمختګ خوند وڅکئ.
د عادي او نابغه انسانانو ترمنځ توپري ډېر لږ دی .عادي انسانان يوازې فکر کوي خو نابغه وګړي بيا خپلو
افکارو ته د عمل جامه ور اغوندي .تاسو څه پالن لرئ؟ آيا خپل هدف او پالن لپاره مو عمال اقدامات
کړي؟ که ځواب مو هو وي نو بريايل يئ او که نا وي نو ځان اصالح کړئ .يوازې د فکر او خيال تر پولو
محدود مه پاتې کېږئ ،کار وکړئ او مثبتې پايلې يې وګورئ!
10
(c) ketabton.com: The Digital Library
المارتني
د فرانسوي ژبې دا سرت ليکوال ،شاعر او سياستوال ((۱۷۹۰ز)) کال کې د
فرانسې په ماکون کې وزېږېد .وروسته له يو څه سيايس بدلونونو او کشمکو
نوموړی اړ شو چې هېواد پرېږدي او ايټاليې ته الړ يش .البته په دې وخت
کې نوموړی شل کلن و.
د ژوند درسونه
انسان د خپل عجيب خاصيت له مخې تل خپل نږدې شيان هېروي او د خيال پر مټ ډېرو لرو څيزونو ته
فکر کوي .مګر المارتني انسان دې ته متوجه کوي ،چې پام وکړئ! هيلې ډېرې لرې دي ډېرې! تر هرڅه
نږدې ستاسو مرګ دی .هېڅکله يې له ياده مه باسئ.
له دې جملې بل لوی درس دا اخیستالی شو ،هغه انسانان چې خپل مرګ نه هېروي نو کوښښ کوي ،نېک
کارونه وکړي ترڅو نورو ته يې خري وريس او بر عکس هغوی چې مرګ يې هېر وي ،تقریبا هره ګناه کوي.
تاسو خپل مرګ تصور کړئ! څه احساس لرئ؟ نو نېکي کارونه وکړئ او د ښه اخالق ولرئ ترڅو وروسته
له مرګه هم بريايل اوسئ.
11
(c) ketabton.com: The Digital Library
وايي وخت طال ده ،مګر له بده مرغه له دې رسو د رسبو پر ځای استفاده کېږي” .المارتني”
د وخت په اړه ډېره مهمه خربه دا ده ،چې بايد ضايع يې نه کړو ،په داسې حال کې چې اوسني اکرثه ځوانان
خپل وخت بېځايه تېروي .همدا بېځايه تېرول دا معنا لري چې موږ طال د رسبو پر ځای کاروو .خپل وخت
قيمتي کړئ! ايا پوهېږئ د وخت قيمتي کول څه معنا لري؟
واضحه خربه ده .له خپل وخت سمه ګټه پورته کړئ .هېڅکله يې بې ځايه مه تېروئ همدا د وخت قيمتي
کول دي .د وخت قيمتي کولو تګالره دا ده ،چې مهالوېش ولرئ او خپل ټول کارونه د يوه منظم تقسيم
اوقات تر چرت الندې تررسه کړئ .کم خوب او د خوب پر ځای لوبې کول د وخت قيمتي کول نه دي،
بلکې دا له ځان او خپل صحت رسه ظلم دی .هېڅکله خپل صحت د وخت د قيمتي کولو په پار مه قرباين
کوئ .مناسب خوب وکړئ ،د خوړو پر وخت خواړه وخورئ او د کار په وخت کې کار وکړئ .همدا غوره
تګالره ده.
غرور او تکرب هغه آس دی ،چې پر هغو سپور کس د تباهۍ خواته وړي” .المارتني”
په دې برخه کې لويه ستونزه دا ده ،چې اکرثه مغرور انسانان خپل غرور نه پېژين او يا هم دا نه مني چې
غرور لري .انسان بايد خپل ځان ته رښتيني اويس .تاسو ووايئ غرور لرئ؟ ممکن په داسې ساده ډول ددې
پوښتنې ځوابول سخت وي .نو الندې پوښتنو ته په صداقت رسه ځواب ووايئ.
آيا کله مو فکر کړی ،چې کوم کار يوازې تاسو کوالی شئ؟
که ځوابونه مو هو وي ،نو ووېرېږئ او توبه وکړئ .د غرور او تکرب ښکار شوي يئ .خو که ځوابونه مو نا
وي نو بختور يئ خپل ژوند ته دوام ورکړئ .غرور د انسان د هالکت سبب کېږي او هم به يې په آخرت
کې عذاب ګايل.
تاسو احتياط څه ته وايئ؟ همدا چې هر څه ډېر ورو تررسه کړئ؟ نا! داسې نه ده .احتياط همدا دی ،چې
خپلو موخو ته هر اړخيز پالن جوړ کړئ .خو که ستاسو پالن او تګالره ناکامېږي بديلې الرې هم ولرئ.
12
(c) ketabton.com: The Digital Library
همدا احتياط دی او المارتني پر همدې خربې ټينګار کوي .د چارو د ښه تررساوي لپاره احتياط لومړنی
رشط دی .که تاسو احتياط کوي ستاسو د کړنې بشپړېدل او بريا ۹۹سلنه تضمينېږي .نو هڅه وکړئ په هر
کار کې له احتياطه کار واخيل.
دا وينا ستاسو په ټولنيز ،کاري او کورين ژوند کې هم صدق کوي .په اړيکو ،خربو ،عملونو ،کارونو او
باالخره د ژوند په هره برخه کې احتياط خپل عادت وګرځوئ تر څو چارې مو په سمه توګه مخته الړې
شې.
13
(c) ketabton.com: The Digital Library
اناتول فرانس
پراخې مطالعې دا فرصت برابر کړ ،چې نوموړی يو بېل اديب دريځ غوره کړي له همدې امله د فرانسې د
علومو اکاډمۍ غړيتوب هم ترالسه کړ .د نوموړی اثار اکرثه فلسفي ،انتقادي او طنزیه بڼه لري .مهم آثار
يې عبارت دي له :د پرښتو رسکيش ،وړوکی بوډا ،د اپيکور باغ ،ګناه او مينه او ...
د ژوند درسونه
خطا او اشتباه يو انساين کار دی ،مګر تکرار يې حيواين کار دی” .فرانس”
که د وينا ژورو ته ځري شو ،نوموړی انسانانو ته دوه پيغامه لري .په لومړۍ برخه کې هغوی ته ډاډ ورکوي،
چې په کوچنۍ خطا رسه ځورېږي او تل ورته خپل زړه خوري .موږ او تاسو بايد دا ومنو چې انسان له
سهوې او اشتباه خالص نه دی .خو په دوميه برخه کې ټينګار کوي ،چې تکرار اشتباه کول د بې عقلۍ
ثبوت دی.
که تاسو کومه غلطي کوئ ،بايد تل د يوه درس په توګه په خپل ذهن کې ولرئ .که له خطاوو مو درس زده
نه کړ ،نو حتام به يوه ورځ د ناکامۍ په سيند الهو شئ .په لنډ ډول به يې ووایم ،که خطا کوو درس زده
کوو ،اما تکرار يې هېښوونکی او نامناسب کار دی.
که موږ په هر څه پوه شو ،يو ساعت هم د ژوند تحمل نه شو کولی” .فرانس”
14
(c) ketabton.com: The Digital Library
دا يو څرګند حقيقت دی ،چې څومره ډېر پوهېږئ هومره به ډېر ځورېږئ .ممکن د نوموړي موخه دا هم
وي ،چې ډېرو خربو پسې مه ګرځئ .په قران کريم کې هم ښکاره امر دی ،چې ((وال تجسس)) ژباړه:
((تجسس (پلټنه) مه کوئ!))
نو ويالی شو ،چې هرڅوک دې يوازې د خپل ځان مسوليت واخيل .د نورو په کارونو کې کار لرل او يا د
هغوی په عيبونو او يا هم امکاناتو په اړه معلومات پيدا کول يوازې او يوازې زموږ درد زياتوالی يش .همدا
کايف ده ،چې د خپلو کړنو ځواب ويونکي اوسو.
ستونزې ،خفګان او فشارونه د انسان له ژوند رسه تړيل مسايل دي؛ خو ددې ټولو پر وړاندې درېدل او
استقامت په کار دی .که داسې و نه يش د ناهيلۍ په اوج کې خپل شته خوښي او ژوند له السه ورکوالی
شو.
ښاغلی فرانس وايي ،چې خوښي ښه وسيله ده ،چې ژوند پرې تېر کړو .خو اوس پوښتنه دا ده ،چې خوښي
څنګه جوړه کړو؟
زه يې ځوابوم .يو ځای مو لوستي وو(( :خوښي کوم ځای نه دی ،چې ورشو او نه هم کوم څيز دی ،چې
و يې پريو .بلکې يو ذهني حالت دی ،چې جوړول غواړي)).
حقيقت همدا دی .موږ او تاسو اړ نه يو چې په خوښۍ پسې وګرځو .يوازې د ځينو کوچنيو تګالرو له
الرې يې جوړوالی شو .پوهېږئ هغه تګالرې کومې دي؟
ـ د هغه څه په اړه فکر مه کوئ ،چې نه يې لرئ ،هغه څه وګورئ چې لرئ يې.
15
(c) ketabton.com: The Digital Library
ژوند يو امانت دی ،چې خدای تعالی برش ته ورکړی دی؛ دغه امانت په ښه ډول وساتئ! ”فرانس”
د ليکوال موخه بېخي واضحه ده .ژوند په رښتيا هم امانت دی او بايد احتياط وررسه وشئ .خو څه کول
پکار دي ،چې دا امانت په سمه توګه وساتو؟
که تاسو د خپلې روغتيا په اړه بې غوره يئ نو دا په دې معنا ده ،چې تاسو په امانت کې خيانت کوئ .تر هر
څه لومړی خپلې روغتيا ته پام وکړئ .عبادات ،له نورو همکاري ،صدقات او ورته نور نېک کارونه په هغه
صورت کې کوالی شو ،چې له بشپړې روغتيا برخمن اوسو.
ـ ډېره غوسه.
ـ ورزش نه کول.
ـ عبادت نه کول.
ـ ارصاف.
ـ قامر او ...
16
(c) ketabton.com: The Digital Library
سارتر
د نړۍ دا نامتو فيلسوف ،کره کتونکی او ليکوال هم د
فرانسې هېواد اوسېدونکی و .د نوموړي بشپړ نوم ژان پل
سارتر ( )Jean Paul Sartreدی .دی په (۱۹۰۵م) کال
کې په پاريس کې وزېږېد .دده کورنۍ لوستې وه .پالر يې
د سمندري قواوو قومندان او مور يې د سولې په برخه کې
د نوبل جایزې ګټونکې مېرمنه وه .خو بدبختي دا وه ،چې
سارتر ال يو نيم کلن شوی نه و ،چې پالر يې ومړ .تر دې
وروسته مور يې خپل پالر کره الړه او دی د نيکه تر روزنې
الندې پاتې شو.
سارتر له کتابونو رسه مينه درلوده .همېشه به يې ليکل او لوستل کول .په ښوونځي کې يې هم ښه استعداد
درولود .هلته يې ډېر ژر فرانسوي او املاين ژبې زده کړې .لوړې زده کړې يې په فلسفه کې وکړې او په
همدې برخه کې يوه موده تدريس هم وکړ .د نوموړي ځينې مشهور آثار عبارت دي له :ادبيات څه شی
دی؟ ،کلامت ،هستي او نيستي ،تهوع او ...
د ژوند درسونه
يو انسان د نورو انسانانو مثره ده او په هامغه اندازه ارزښت لري ،لکه نور انسانان يې چې لري “ .سارتر”
ددې وينا تر شاه يو عايل پيغام پروت دی .سارتر وايي هېڅ انسان د کرکې وړ نه دی .که تاسو له کوم انسان
کرکه کوئ نو لومړی خپل والدين او يا هم دکورنۍ غړي فکر ته راوړئ .آيا تاسو له خپلې کورنۍ کرکه
کوالی شئ .هېڅکله نا!
نو مقابل لوری هم يو انسان دی .لکه ته ،لکه ستا ورو ،خور او يا هم د کورنۍ بل غړی .نو مينه او ارزښت
ورکړه .خو پوښتنه دا ده ،هغوی چې بدې کړنې کوي د ارزښت او قدر وړ دي؟ هو! بيا يې وايم هو! هغوی
هم د قدر وړ او ارزښتمن دي ،چې بدې کړنې کوي .ځکه چې هېڅوک له موره ظامل او بدعمله نه وي
پيدا شوي د وخت رشايطو او حاالتو بدو کړنو ته اړ کړي وي .يا هم ځينو ستونزو بې الري کړی وي .نو
بايد ارزښت ورکړل يش او د خربو له الرې يې اصالح کول پيل يش .همدارنګه که بد نه وي د ښو په
ارزښت هم نه شو پوهېدالی.
17
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځينې خلک هر څه په قسمت ورتپي .خو سارتر بيا ددې مفکورې خالف دی .هغه وايي ،چې که انسان
پرله پسې هڅې او کوښښونه وکړي نو کوالی يش خپلو موخو ته وريس .تاسو څه کېدل غواړئ؟ څنګه
غواړئ؟
پيل يې کړئ او خپلو موخو ته به حتام ورسېږئ .همدرانګه له دې وينا بله موخه دا هم ده ،چې انسان د
خپل فکر مطابق موقف ته ريس .که تاسو ځان ته لوړ فکر کوئ حتام به لوړو پوړيو ته رسېږې او که ټيټ
فکر کوئ پرمختګ نه شئ کوالی .يو ځای مې لوستي وو :په فکر کې اسامن ولرئ که آسامن ته و نه
رسېږئ نو ستورو ته خو به حتام ورسئ!
که څه هم ددې جملې مفهوم خورا واضح دی؛ خو بيا هم غواړم لږ وضاحت وکړم .ځينې خلک مرګ د
قسمت کار بويل او د خپل ژوند په اړه بې غوره وي .خو داسې نه ده ،تاسو بايد تل د بدلون او پرمختګ
مفکوره ولرئ .ژوند تر ټولو قيمتي څيز دی ،بايد ښه ساتنه يې هم ويش.
له ټولو رسه مې وفا وکړه او له هېچا مې د وفا مته و نه کړه ،په دې ډول آرام وم“ .سارتر”
د ارواپوهنۍ په وروستيو څېړنو کې له نورو مته د ژور خفګان له اسايس عواملو څخه ګڼل کېږي .سارتر
دا موضوع ډېره پخوا درک کړې ده .هغه وايي چې زه له چا مته نه کوم ،نو ځکه خو آرام يم .دلته موږ او
تاسو ته پيغام دا دی ،چې بايد پرته له خدایه بل هېچا ته مته و نه لرو .که تاسو مته کوئ ،نو حتام به خفګان
هم وينئ .خو اصيل خربه دا ده ،چې تل بايد رښتوين اوسئ او په بدل کې له خلکو د رښتينولی مته هم مه
کوئ .حتی که هغه موږ نږدې ملګري هم وي .که مقابل لوري وفا کوي ويې ستايئ که يې نه کوي ترې
تېر شئ.
18
(c) ketabton.com: The Digital Library
کامو
ددې فلسفي ليکوال بشپړ نوم الربت کامو ( )Albert Camuدی.
نوموړی په (۱۹۱۳ز) کال کې د الجزاير په مندر ښار کې وزېږېد.
پالر يې فرانسوی او مور يې هسپانوۍ وه .دی يو کلن و ،چې پالر
يې په لومړۍ نړېواله جګړه کې ووژل شو .نوموړی په يوه بېوزله
کورنۍ کې لوی شو .د فرانسې حکومت چې له بېوزلو رسه مرسته
کوله ،ددوی کورنۍ هم پکې شامله شوه او کامو ته چانس پيداشو
ترڅو ښوونځی ولويل .ده به د ښوونځي رسمي زده کړو ترڅنګ نوره مطالعه هم کوله .له ښوونځي وروسته
يې حقوق پيل کړ خو په نري رنځ اخته کېدا او خراب اقتصادي وضعیت له امله ترې پاتې شو.
کله چې يې د ژوند حالت لږ ښه شو فرانسې ته الړ .هلته يې له ليکوالو رسه اړيکې پيدا کړې او د ژورنالېزم
او ليکوالۍ په برخه کې يې کوټيل ګامونه واخيستل .د نوموړي مشهور آثار عبارت دي له :سقوط ،د
خوشحالۍ مرګ ،طاعون ،پردی او ...بايد ووايو ،چې د ژوند ډېرو ستونزو هم د کامو کلکه اراده ماته نه
شوای کړی او نوموړی تر دې حده خواري وکړه چې د نوبل جایزه يې هم ګټلې ده .باالخره په ((۱۹۶۰م))
کال کې د يوې ترافيکې پېښې په ترڅ کې ومړ.
د ژوند درسونه
انسان تل هڅه کوي ،چې تر نورو مخکې يش .پرمختګ وکړي او خلک يې وستايي .که انسان هرڅومره
لوړ موقف ته وريس ،بيا هم د ال پرمخګ غوښتنه کوي .خو کامو وايي ،د انسان لپاره تر دې لوړ موقف
بل نشته چې انسان دی .حقيقت همدا دی ،چې د انسان لپاره همدا لویوالی بس دی .انسان ته ارشف
املخلوقات له همدې امله ويل شوي دي.
د انسان کلمې ريښه په (ا ُنس) کې ده ،چې د مينې په معنا ده .موخه دا ده ،چې انسان بايد تل له نورو رسه
مينه او همکاري وکړي .نو که غواړو په سمه معنا انسانان شو ،بايد له نورو رسه مرسته ،زړه سوی او همکاري
وکړو.
19
(c) ketabton.com: The Digital Library
موږ مخکې له دې چې په فکر کولو عادت وکړو ،په ژوند کولو عادت کوو” .کامو”
دا يو واضح حقيقت دی ،چې انسان يو تقليدي موجود دی .خربې ،ناسته پاسته او ورته نور مسايل له
ماشومتوبه د تقليد په شکل زده کوي .په دې توګه انسان د فکر کولو پر ځای په رواجي کارونو عادت
کېږي.
د ليکوال موخه دا ده ،چې بايد هر کار په فکر رسه وکړو .ښه خربه هم همدا ده ،چې هر کار په فکر او
سوچ رسه تررسه يش .که يو چا ته پور ورکوئ ،نو لومړی فکر وکړئ ،چې په پيسو څه کوي؟ آيا دا پيسې
د سم کار په موخه اخيل يا هم نشه کوي؟
ټولنه کې زموږ رواج دا دی ،چې که چا پور وغوښت د زړه سوی او احسان لپاره يې بايد ورکړو .خو منطقي
خربه دا ده ،چې بايد لومړی سوچ وکړو!
ځينې وخت لږ څه غرور سړي رسه مرسته کوي ،چې خپل حد وسايت” .کامو”
دا خربه سمه ده ،چې غرور او کرب ګناه ده .خو دلته له غرور څخه اصيل موخه دا ده ،چې د ځينو ناروا
کارونو د نه کولو په وخت کې خپل غرور وساتو .دا ستاسې د ځوانۍ غوښتنه ده چې نکاح او واده وکړئ.
خو دا غرور دی ،چې هېڅ پردۍ توررسې ته په الرو کوڅو کې و نه درېږئ .نو دې غرور ستاسو حد وساته.
مګر که تاسو دا کار کوئ ،د يوې کړنې لپاره د خپلې ځوانۍ غرور له منځه وړئ .نو هڅه وکړئ په ځينو
مواردو که له غرور نه هم مثبته ګټه واخلئ او خپل غرور وساتئ!
20
(c) ketabton.com: The Digital Library
جان ميلټن
جان مليټن ( )John Miltonپه (۱۶۰۸م) کال کې زېږېدلی .کورنۍ
يې په اقتصادي لحاظ شتمنه وه .له همدې کبله يې په ښه ښوونځي
کې زدکړې وکړې .له ماشومتوبه يې دا ارمان و ،چې يو شاهکار اثر
وليکي .کله چې له ښوونځي فارغ شو نو د کمربيج په پوهنتون کې
زدکړې پيل کړې.
دده لومړين اشعار په التيني ژبه وو؛ خو وروستي ټول آثار يې په
انګلېيس ژبه وپنځول .د نوموړي تر ټولو مشهور اثر (ورک شوی جنت) نومېږي .نور مشهور آثار يې
عبارت دي له :السته راغلی جنت ،سیمسن اګونسنت او ...له ښو اديب پنځونو وروسته ميلټن په (۱۶۷۴ز)
کال کې ومړ.
د ژوند درسونه
ذهن پر خپل تخت ناست دی او کوالی يش د خپل ځان دننه له جنت نه دوزخ او له دوزخ نه
جنت جوړ کړي”.میلټن”
خوښي او خفګان کوم ځای او څيز نه دی ،چې ورشو او يا يې وپريو .بلکې يو ذهني حالت دی ،چې
جوړول غواړي .د ميلټن موخه هم همدا ده ،په دې معنا ستاسو ذهن دی چې حالت مو بدلوالی يش.
که تاسو له يوې ستونزې رسه مخ شئ ،نو هڅه وکړئ مثبتو اړخونو ته فکر وکړئ .اکرثه ستونزې په فرصتونو
هم بدلېږي؛ خو که پر تاسو يې منفي لوري اغېز وکړي نو ممکن کوچنۍ ستونزه لويه يش او ال ډېر
وځورېږئ .نو په سختو حاالتو کې تل خپل فکر او ذهن په واک کې ولرئ .که داسې و نه کړئ ،حتمي ده
چې نامناسبې پرېکړې به کوئ او له ستونزو رسه به مخ کېږئ.
ويښ شه ،پاڅېږه ،که داسې و نه کړې ښايي تر ابده ولوېږي” .میلټن”
په اوسني وخت کې دا خربه ډېره اړينه ده .اکرثه خلک د لنډې مودې خوښۍ په پار خپل ابدي حالت
خرابوي .کوښښ وکړئ تل اوږدمهاله فکر ولرئ .دا خربه په کورين ،کاري او علمي ژوند کې د تطبيق وړ
ده .هېڅکله احساسايت پرېکړې مه کوئ .بلکې په ويښه ،په سوچ او تدبري رسه والړ شئ.
21
(c) ketabton.com: The Digital Library
همدارنګه تل بايد د حاالتو تقاضا په پام کې ونيسئ .نننۍ زمانه له شل کاله وړاندې وخت رسه ډېر توپري
لري .که تاسو له عرص او حاالتو رسه سم خپل فکر چمتو نه کړئ نو د تل لپاره وروسته پاتې کېدای شئ.
22
(c) ketabton.com: The Digital Library
ويليام بليک
د انګلستان هېواد ددې سرت ادیب او انځورګر بشپړ نوم ویلیام
بلیک " "William blakeدی .نوموړي په "۱۷۵۷زیږديز" کال
کې دې نړۍ ته سرتګې پرانیستې .دی د نړۍ په یو لوی او
مشهور ښار (لندن) کې وزېږېد .د مور او پالر په اړه یې ډېر څه
نشته ،خو خپله یې له یوې نالوستې نجلۍ رسه واده کړی و .په
ماشومتوب کې یې د ملټن آثار ،التيني کتابونه ،د شکسپري
شعرونه ،انجيل او د وخت ورته نور آثار یې لوستي و .رسمي
زده کړې یې د انځورګرۍ په برخه کې کړې وې او په همدې برخه کې یې د تدریس چاره پرمخ وړله .بلیک
په ژوند مئني انسان و؛ د نوموړې مېرمنه چې نالوستې وه ،وکوالی شول د بلیک په مرسته لوست او حکاکي
زده کړي .مشهور آثار یې" ،د تل کتاب"" ،بیت املقدس"" ،د تجربې غزلونه"" ،د سپېڅلتيا غزلونه" یې
مشهور آثار دي .له ګڼو اديب او هرني فعالیتونو وروسته د اویا کلونو په عمر ومړ.
د ژوند درسونه
د يو دښمن بخښل ،د يوه دوست تر بخښلو ډېر اسانه دی“ .بليک”
انسان د ژوند په اوږدو کې له مختلفو خلکو رسه مخ کېږي ،له ځينو رسه د خولې او له ځينو نورو رسه يې
د زړه اړيکې جوړې يش .هغوی چې له زړه ګران وي ،ملګري وي .دا به تاسو هم تجربه کړې وي ،چې د
دوست بخښل ډېر سخت وي .ځکه چې له ملګرو د بدو پر ځای د ښو مته کېږي ،مګر کله چې ملګری
بد دررسه وکړي ،انسان ډېر ناهيلی کېږي .او دا د انسان په فطرت پورې اړه لري ،چې د توقع خالف کار
باندې ډېر دردېږي .خو څه فکر کوئ؟ ددې وينا موخه څه ده؟ آيا دوستان و نه بخښو؟
نا! هېڅکله هم نا! د ويليام موخه دا ده ،چې تاسو به هم حتام د نورو ملګري يئ ،نو هڅه وکړئ ،خپل
ملګري خفه نه کړئ ،ګنې بخښل به مو ستونزمن وي .هڅه وکړئ ،تل وفادار اوسئ او نورو ته خري ورسوئ.
هڅه وکړه ،د غم او بدمرغۍ پر ځای د نېکمرغۍ او خوشحالۍ خربې زياتې په ژبه راوړې“ .بليک”
د انسان د خفګان او ناهييل ډېر سببونه موجود دي .يو له هغو الملونو د غم او د خفګان د وخت په اړه
خربې کول دي .د افغانستان په څېر هېواد کې ژوند ،په رښتيا هم سخت دی .هره ورځ وژنې ،جنګونه ،لوږه
23
(c) ketabton.com: The Digital Library
او سل نورې بدبختۍ زموږ او ستاسو روحي سکون ختموي .نو په داسې ماحول کې تل خپلې خوږې
خاطرې له خلکو رسه رشيکې کړئ .تل د پرمختګونو په اړه وغږېږئ ،هڅه وکړئ د خوښۍ کيسې مو
وکړئ او په ذهن کې وګرځوئ .په دې توګه به ذهني آرامي وساتئ.
په خپل دوست ته په غوسه وم ،کله مې چې هغه ته د خپلې غوسې وويل ،قهر مې ختم شو“ .بليک”
موږ او تاسو په ټولنه کې ډېر خلک پېژنو ،چې ټول زموږ ملګري نه دي .زموږ اکرثه ځوانان د شناخت او
ملګرو ترمنځ توپري نه يش کوالی او له پېژندګلو هم د ملګري په اندازه مته لري .هڅه وکړئ ،خپل ملګري
او پېژندګلو ترمنځ پولې واضحې کړئ .ستاسو به پوښتنه دا وي ،چې ملګری څنګه وپېژنو؟
نورې خربې ډېرې دي ،چې ملګری بايد کوم خصوصيات ولري؛ خو هغوی چې تاسو ورته غوسه وئ او
په ليدو مو غوسه ختمه شوه ،يا هم تاسو ته غوسه وو او ستاسو په ليدو وخاندي پوه شئ ،چې له یو بل رسه
مينه لرئ.
همدارنګه ددې وينا بله مهمه برخه يو بل پيغام هم دی .له دې وينا بله موخه دا ده ،چې هېڅکله په زړه
کې خربې مه ساتئ ،پټې خربې ،شک زېږوي او شک د اړيکو د خرابېدو سبب کېږي .که هر چاته غوسه
يئ او يا هم په اړه يې قضاوت کوئ ،کوښښ وکړئ لومړی ترې وپوښتئ او خربې وررسه وکړئ ،ترڅو
شته شکونه او بدګامنۍ له منځه الړې يش.
24
(c) ketabton.com: The Digital Library
بايرون
د انګلېيس ژبې ددې سرت شاعر او ليکوال بشپړ نوم جورج ګورډن بايرون
( )George Gordon Byronدی .دی د انګلستان په ډوور ښار کې په
(۱۷۸۸م) کال کې زېږېدلی .لومړنی اثر يې ((د فراغت شېبې)) نومېږي.
البته په دې وخت کې يې عمر نولس کاله و.
د ژوند درسونه
دلته له وينو تويلو څخه رښتيا هم د نورو خلکو د وژولو معنا نه ترالسه کېږي؛ بلکې د بل د ځورولو ،ربړولو
او خفه کولو مفهوم هم په کې نغښتی دی .د ليکوال موخه دا ده ،چې بايد نور خلک و نه ځورو او هېڅکله
يې و نه رټو .ددې پر ځای يې بايد اوښکې وچي کړو .مينه ورکړو او پر شونډو يې مسکا راولو .د ژوند
خاص خوند او سکون هم په همدې کې دی ،چې د نورو السنيوی وکړو او اوښکې يې وچې کړو.
ستا ټول وخت خپل نه دی ،نور هم په کې برخه لري؛ هامغه ډول لکه ته چې د نورو په وخت کې
برخه لرې“ .بايرون”
ځينې خلک تل ګوښه ګري وي ،له نورو لرې او يواځې اويس .دا کار نامناسب دی .انسان ټولنيز موجود
دی ،نو بايد له نور وګړو رسه په اړيکه کې پاتې يش .لکه څنګه چې خلک تاسو ته وخت او مينه درکوي،
همداسې نور خلک هم ستاسو مينې او وخت ته اړتيا لري .ټولنيز ژوند په دوه طرفه اړيکو ټينګ دی.
پښتانه وايي :بازار ته څه وېسه او څه راوړه.
ژوند په دې نه کېږي چې تل دې نور ستا خيال وسايت او خپل ارزښتناک وخت له تا ځار کړي .په بدل
کې تاسو هم بايد نورو ته خپل وخت ورکړئ ،حال يې واخلئ ،د زړه خواله وکړئ او يو بل درک کړئ.
25
(c) ketabton.com: The Digital Library
همدارنګه ځينې خلک له خپلوانو ،ملګرو او نورو هغو خلکو چې اړيکې وررسه لري ،لرې ګرځي .تل
يواځېتوب خوښوي او په دې توګه ځان ورته بې ارزښته ښکاري .دوی ته پکار ده ،چې خپله خپل ځان
ته ارزښت ورکړي.
انګرېزان وايي ،که غواړې محرتم شې نو اول د نورو احرتام وکړه .موخه دا ده ،چې که غواړې نور مو وپايل
تاسو يې هم وپالئ .انساين ژوند ته په کتو بله ډېره مهه خربه دا ده ،چې ستاسو عمر يوازې ستاسو نه دی.
په دې کې د ملګرو ،کورنۍ ،مېرمنې ،خپلوانو او ګڼو نورو خلکو برخه موجوده ده .بايد د هغوی برخه
وسپارئ!
ولې نېکمرغۍ او برياوې ،چې زما د ژوند ته راغلې ،له هغو دروازو راننوتې چې ما کلک بند کړي وو“ .بايرون”
ځينې خلک به ددې جملې په سم مفهوم پوه نه يش؛ خو ډېر لوړ فکر په کې پروت دی .موږ ځينې څيزونه
عادي ګڼو ،حال دا چې همدا زموږ د ژوند اسايس برخه جوړوي .مثال موږ تا دا ارزښت نه لري ،چې نن
مې څه وکړل .خو همدا ننني کارونه د سبا ورځې بريا تضمينوي .نو هڅه وکړئ ،په ژوند کې د کوچنيو
کارونو په ارزښت پوه شئ .زه تل دا خربه کوم ،دې ته مه ګورئ چې ستاسو رسعت څومره دی .خو دا بايد
تل وګورئ ،چې روان يئ او که نا! درېدل مه کوئ ،روان اوسئ که ډېر ورو هم وي.
ددې جملې بل اړخ دا دی ،چې هېڅ فرصت له السه مه ورکوئ ،په ژوند کې هېڅ فرصت عادي مه ګڼئ.
ممکن همدا وړوکی ګام ستاسو ټول ژوند بدل کړي .د فرصتونو په اړه ويل کېږي ،چې د بنګړو په څېر
دي .که مو پام ورته وکړ شته ،او که لغته مو ورکړه بيا هېڅ نشته!
26
(c) ketabton.com: The Digital Library
توماس اليوت
توماس اليوټ (۱۸۸۸ز – ۱۹۶۵ز) په امريکا کې زېږېدلی.
نوموړی له يوې شتمنې کورنۍ رسه تړاو لري .پالر يې سوداګر او
مور يې لوستې مېرمنه وه .اليوټ پر يوناين ،التيني ،فرانسوي او
انګلېيس ژبو برالسی و .همدا وجه وه ،چې نوموړي ډېره مطالعه
هم درلوده .اليوټ په هاروارډ ،اکسفورډ او سوربن مشهورو
پوهنتونونو کې تر دوکتورا زدکړې کړې وې .يو ښه شاعر ،کره کتونکی او ليکوال و.
د مشهورو آثارو نومونه يې عبارت دي له :د کره کتنې پولې ،ويجاړ وطن ،د يوې عيسوۍ ټولنې فکر،
جنايت په کليسا کې ،د پرديو خدايانو په لټه کې او ...
د ژوند درسونه
د ژوند تېرېدلو ماته دا رازده کړل :انسانان معموال هغه څه له السه ورکوي ،چې د هغوی له درلودلو ډاډمن وي“ .اليوت”
آيا عجيبه نه ده ،چې انسان پخپل ژوند کې هغه څه له السه ورکړي ،د کومو له شتونه چې ډاډه وي؟ هو
عجيبه ده! خو په دې کې موږ ته يو لوی درس هم پروت دی .لومړی خو ددې المل بايد پوه شو ،چې ولې
بايد انسان هغه څه له السه ورکړي ،چې له موجوديت يې ډاډه وي .ځکه چې انسان د هغو څو پر وړاندې
ډېر بې غوره وي ،چې لري يې .مثال اکرثه انسانان د خپلو سرتګو ،غاښونو او د بدن د نورو غړو صحت ته
پام نه کوي ،په دې توګه د وخت په تېرېدو رسه له السه ورکوي .موخه دا ده ،چې انسان د هغو څيزونو پر
وړاندې ډېر بې غوره وي ،چې لري يې.
له دې موخه دا ده ،چې خپله زياته توجه هغه څيزونو ته کړئ ،کوم چې همدا اوس يې لرئ بايد ويې پالئ
او مينه ورکړئ .په دې کې ستاسو بدن ،کورنۍ ،ملګري او نور ګڼ خلک/څيزونه شاملېدای يش.
څه فکر کوئ ،له دې جملې موخه دا ده ،چې رښتيا و نه وايو؟
نا! هېڅکله هم نا .تاسو بايد هڅه وکړئ ،چې رښتيا ووايئ؛ خو هغه رښتيا چې تېر شوي او تاسو ځوروي،
تېر شې ترې ،ډېر فکر پرې مه کوئ .ممکن تاسو په ژوند کې ځينې ترخې خاطرې درلودلې وي .دا يو
27
(c) ketabton.com: The Digital Library
حقیقت/رښتيا دی .نو که په اړه يې بار بار فکر کوئ ،زغم مو ختمېږي او حتام مو ذهني سکون له منځه
وړي.
بل مهم درس په کې دا دی ،چې تل رښتيا د رښتيا په بڼه مه وايئ .کوښښ وکړئ ،که پر چا انتقاد هم لرئ،
د ټوکو ،نصيحت او مينې په انداز ووايئ .که ډېر واضح او انتقادي وغږېږئ ممکن ملګری مو درڅخه خفه
يش .نو په دې برخه کې هم بايد ډېره توجه وکړئ.
ټول دنيا ته رښتيني راځي ،خو ټول له دنيا رښتنيني نه ځي“ .اليوت”
دا يو حقیقت دی .انسانان نړۍ پاک ،معصوم ،سپېڅيل او رښتيني راځي؛ مګر دېر کم خلک بېرته همداسې
ځي .په نړۍ کې شته خواهشات ،موخې ،خوندونه او ځينې نور عوامل ددې سبب کېږي چې انسان بې
الری يش .خپله رښتينويل او سپېڅلتيا له السه ورکړي.
وايي کوچنۍ نجلۍ او هلک لوبې کولې .نجلۍ رسه يوه اندازه خواږه او هلک رسه توشلې وې .هلک
وويل زه به مې ټولې توشلې درته درکړم او ته ټول خواږه ماته راکړه .نجلۍ ومنله .هلک يوه غټه توشله پټه
کړه .نور يې نجلۍ ته ورکړل .خو نجلۍ په ژمنه وفا وکړه .ټول خواږه يې هلک ته ورکړل .نجلۍ ټوله شپه
توشلې په خوب کې ليدلې ،خو هلک هېڅ خوب ونکړ .فکر يې کاوه ،چې نجلۍ به حتام څه خواږه به
ترې پټ کړي وي.
دلته موخه دا ده ،چې سکون د صادقو خلکو په برخه دی .هڅه وکړئ ،تل صادق اوسئ او ددې او هغې
نړۍ بريا مو تضمني کړئ.
28
(c) ketabton.com: The Digital Library
ويرجينيا وولف
د ناول ليکنې د عرصي سبک بنسټ ايښودونکې ويرجينيا وولف
( )Virgnia Woolfپه لندن کې زېږېدلې ده .د نوموړې د زېږېدو کال
(۱۸۸۲م) دی .کورنۍ يې لوستې وه .پالر يې تاريخ ليکونکی و او مور
يې هم په څو ژبو برالسې وه .له همدې امله ددې کورنۍ خپل ماشومان
ښوونځي ته نه لېږل او خپل يې ورته درس ښوده.
د ژوند درسونه
انسان نه يش کوالی ،له ژوند څخه د اجتناب او نفرت په صورت کې آرامۍ ته ورسېږي“ .وولف”
دا چې انسان ټولنيز موجود دی ،نو معلومه خربه ده چې د ټولنې ناخوالې د انسان په روان اغېز کوي .د
افغانستان په څېر هېواد کې چې هره ورځ وژنې ،چاودنې او سل نورې اندېښنې موجودې وي ،حتام به
انسان له ژونده زړه توری کېږي .خو څه کول په کار دي؟ ايا له ژونده کرکه موږ ته سکون راکوي؟ نا!
هېڅکله نا! د يوه ذهني انسان د ژوند تجربه همدا وايي.
هڅه وکړئ ،چې ښه ژوند وکړئ .ښه ژوند دا نه دی ،چې تاسو دې ډېرې پيسې ولرئ .يوازې همدا ښه
ژوند دی ،چې نورو ته مو خري رسېږي .يوه مسکا د بل زړه خوشحالوالی يش .نو ولې يې نه کوئ؟ ځينې
وړيا خوښۍ او ثوابونه شته ،ترالسه يې کړئ؟
29
(c) ketabton.com: The Digital Library
هېڅ يو نوښتګر ليکوال نه يش کوالی ،د خپل عرص بل نامتو ليکوال وزغمي“ .وولف”
هر انسان ځينې سياالن لري .د هغوی زغمل کوم آسانه کار نه دی .ليکوال ،آهنګر ،مامور ،قايض او بل
هرڅوک خپل سيال تر خپله ځانه مخکې او نوموتی نه يش زغمالی .څه فکر کوئ ،د وولف موخه له دې
جملې څه ده؟
ويرجينيا وولف وايي ،دا د انسان خاصيت دی ،چې خپل سيال نه يش نه زغمالی نو له دې خاصيته سمه
ګټه پورته کړئ .سيال مو نه شئ زغمالی؟ که ځواب مو هو وي ،نو همدا اوس پاڅېږئ او حرکت وکړئ
يو تېز حرکت چې له خپله سياله مخکې شئ .که همداسې مو وکړل نو تاسو د انسان له دې خاصيته سامله
ګټه پورته کړه او که يوازې مو خپل زړه وخوړ او يا مو مقابل کس ته کندې وويستې نو په ناسمه روان يئ.
له څه يش ،چې وېرېږم هغه دا دي ،چې د يوه ناڅيزه او بې ارزښته انسان په څېر هېره شم“ .وولف”
انسانان مختلف خاصيتونه لري .ځينې يې ګوښه ګري او ځينې نور يې بيا غواړي نوم يې تل پاتې وي .تاسو
که په هره ډله کې يئ دا وينا تاسو ته يو درس دی.
ولې بايد هېر شئ؟ بې شمېره انسانان نړۍ ته راځي .ولې ډېر لږ يې خپل نوم پرېږدي .پوهېږئ هغوی څه
کړي دي؟ په دې کې دوه درې ډله خلک وي يو هغه چې برش ته يې خري رسېدلی وي ،دویم هغه چې
برش يې له رش رسه مخ کړی وي ،درېيم هغه ډله خلک دي چې يو عجيب کار يې کړی وي .تاسو په لومړۍ
ډله کې ځان حساب کړئ .همدا نن فکر وکړئ چې برش ته څه کوالی شئ .آيا فکر کوئ ټول انسانيت ته
خري رسول ستاسو له وسې پورته خربه ده .نو کوالی شئ خپلې کورنۍ ،کيل او ولسوالۍ ته يو د خري کار
وکړئ .په دې ډول به تاسو پر ځان باور پيدا کړئ او په پای کې به ټول برش ته د خري رسولو فکر ولرئ.
ومرئ خو بې نومه مه مرئ!
30
(c) ketabton.com: The Digital Library
جورج اورويل
اورويل د انګلستان پياوړی ناول ليکونکی او کره کتونکی دی .د
زېږېدو نېټه یې (۱۹۰۳ز) کال دی .که څه هم دی په هند کې زېږېدلی
و (هغه وخت هند د انګلستان مستعامره و) خو زدکړې يې په انګلستان
کې وکړې .نوموړي له ژورنالېزم او ادبياتو رسه ډېره مينه درولوده.
د ژوند درسونه
جهالت دومره ځواکمن دی ،چې کولی يش جنګ ،سوله او غالمي ،آزادي وښيي“ .اورويل”
انسان طبيعتا داسې جوړ دی ،چې خپله مالمتيا نه مني .همدې ته د جهالت نوم ورکولی شو .دې عمليې ته
په ارواپوهنه کې ((پره جکشن)) وايي .په لنډ ډول داسې ويالی شو ،چې د نورو مالمت ګڼلو او ځان پاک
ګڼلو ته پره جکشن ويل کېږي؛ خو هغوی چې پر دغه حالت براليس يش بريايل انسانان ځنې جوړېږي.
دا عامه خربه ده ،چې جاهل پر خپل جهالت نه پوهېږي .خو داسې تګالره شته ،چې خپل جهالت وپېژين.
الندې پوښتنې ځواب کړئ!
ـ آيا خپله مالمتيا په نورو تپئ؟ په داسې حال کې چې پوهېږئ خپله مالمت يئ؟
که مو پورته پوښتنې په “هو” ځواب کړي وي ،نو بايد پر خپل ځان کار وکړئ او له دې جهالته ووځئ.
هېڅکله دروغ مه وايئ ،خپله مالمتيا منئ او بخښنه غواړئ .پر نورو د نيوکو پر ځای پر خپلو عيبونو فکر
وکړئ .که بيا هم پر چا انتقاد لرئ ،بايد په بديل کې يې د اصالح الره هم وروښيئ .يوازې نيوکې کول د
جاهالنو کار دی.
31
(c) ketabton.com: The Digital Library
هغه خلک چې فاسد سياستول ټاکي ،قربانيان نه دي ،بلکې د جرم رشيکان دي“ .اورويل”
د پورتنۍ وينا تحليل دومره سخت هم نه دی؛ مګر بيا هم غواړم ځينو ټکو ته ستاسو پام واړوم .په ټاکنو
کې تر هر څه لومړی شخص وپېژنئ ،څوک دی؟ انسانيت ته څومره درنښت لري؟ فاسد خو به نه وي؟ دا
او دې ته ورته نور مسايل بايد ځان رسه وليکئ او پلټنه وکړئ .د خپل ځواب مطابق بايد رايه وکاروئ .خو
آيا دا خربه يوازې په سيايس مسايلو کې د تعامل وړ ده؟
نا! په دې بايد پوه اوسئ ،چې تاسو په ډېرو کوچنيو مسايلو کې هم دې ټکو ته پام وکړئ .د کورنۍ مرش
هېڅکله د هغه د عمر په لحاظ مه ټاکئ ،بلکې استعداد ته په کتو بايد پرېکړه وکړئ .همدارنګه که د کيل
ملک ،د ځوانانو مرش يا بل هرڅوک ټاکئ ،لومړی بايد همدې ټکو ته ډېره توجه وکړئ .د کيل ملک ته
هېڅکله د خپلوۍ له امله رايه مه ورکوئ ،نه هم کوم بل څوک د ملګرتيا له امله د مرشۍ لپاره غوره وبولئ.
يوازې او يوازې دې ته فکر وکړئ ،چې مقابل شخص څومره د ټولنې په خري دی او پرېکړه وکړئ .که
داسې مو و نه کړل ،حتمي ده چې کوم نامناسب کس به مرشۍ ته ټاکل کېږي او د نوموړي په هر ډول
فساد کې تاسو هم شامل يئ.
32
(c) ketabton.com: The Digital Library
ګويته
د نوموړي بشپړ نوم (يوهان ولفانګ ګويته) دی .ګويته يو ښه
ليکوال ،نقاش ،محقق او فلسفي شاعر و .هغه په (۱۷۴۹ز) کال کې
د املان په فرانکفورت کې وزېږېد .پالر يې په شاهي دربار کې
دنده کوله .کله چې ګويته ښوونځی بشپړ کړ پالر يې هغه د حقوقو
زده کړې لپاره اليپزيک پوهنتون ته ولېږه .که څه هم حقوق يې
ولوستل خو ډېره عالقه يې له ادبياتو رسه وه او په همدې برخه کې
يې ښه ځای وموند.
مشهور آثار يې د رنګونو تيوري ،رشقي دېوان ،د مړو نڅا ،فاوسټ ،د يوې پاکې اروا اعرتاف او ځينې نور
دي .ګويته په (۱۸۳۲م) کال کې له دې نړۍ سرتګې پټې کړي دي.
د ژوند درسونه
هېڅ کار مه پيلوه او که پيلوی یې بيا خپل ټول توان په کې وازمويه“ .ګويته”
اکرثه وګړي کارونه پيل کړي؛ خو بيا يې په نيمه کې پرېږدي .پوهېږئ علت يې څه دی؟ همدا چې خپل
ټول زور او توان په کې نه مرصفوي .که تاسو هر کار کوئ ،لومړی بايد يو ښه ،بشپړ او منظم پالن ولرئ.
له بشپړ پالن موخه دا ده ،چې که لومړنی پالن مو ناکامېږي دوهم هم بايد ولرئ ترڅو خپل هدف ترالسه
کړئ .همدارنګه کار بايد له پوره انرژۍ او مينې رسه پيل کړئ .که تاسو له خپل پيل کړي کار رسه له زړه
مينه ولرئ ،حتمي ده چې بريا به مومئ .نو بيا هم تکرار راوړم :هېڅ کار مه پيلوه! که پيلوې يې بيا خپل ټول
توان په کې وازمويه!.
په ټوله نړۍ کې هڅه کېږي ،چې څنګه ښه وغږېږو؛ خو ډېر کم خلک په دې اړه فکر کوي ،چې څنګه
ښه غوږ نيونکی اويس .همدا لږ خلک بيا ښه ويناوال هم يش .يعنې که تاسو غواړئ ښه ويناوال شئ نو
لومړنۍ هڅه مو بايد دا وي ،چې ښه غوږ نيونکي اوسئ.
33
(c) ketabton.com: The Digital Library
ومنئ چې خربې کول زموږ اړتيا ده ،ترڅو خپلې غوښتنې ،احساسات او نور اړوند مسايل روښانه کړو .خو
هغوی چې غوږ نييس او خربې مو اوري دا يو لوی هرن دی.
راتلونکي ته تصميم ونيسه ،هڅه وکړه مګر ژوند ورته مه کوه! “ګويته”
نا! داسې نه ده .ګويته نه وايي ،چې ژوند مه کوئ .نوموړی وايي چې ژوند وکړئ خو هېڅکله خپل ژوند
په خپلې موخې پورې مه تړه .فکر وکړئ ،تاسو تصميم ونيوه ،چې ډاکټر شئ ،هڅه مو هم وکړه ،مګر و نه
توانېدئ .نو له ژونده ورته تېرېږئ؟ نا!
بايد ځان قانع کړئ ،چې ممکن په دې کې مو خري نه و .هېڅکله بايد په يوه موخه کې د نه برياليتوب له
کبله د خفګان او ناهيلۍ احساس ونه کړئ .خپل موخې او اهداف ولرئ او که په ترالسه کولو کې يې نه
بريايل کېږئ ماتې مه منئ ،ژوند وکړئ ،نورې موخې وټاکئ او ترالسه يې کړئ!
34
(c) ketabton.com: The Digital Library
پای
درنښت
r.muqamzai@gmail.com
35
Get more e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library