Professional Documents
Culture Documents
۹۲ - دلیل سورت تفسیر
۹۲ - دلیل سورت تفسیر
۹۲
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَن ال َّرحِيمِ
وَاللَّيْل اِذَا يَغْشَى﴿﴾۲
پر شپه قسم ،هغه مهال چې [ځمکه په خپلو تيارو کې پټه کړي او] ونغاړي!
جلَّى﴿﴾۹
وَالنَّهَارِ اِذَا تَ َ
او پر ورځ قسم ،هغه مهال چې رڼا کيږي [او څيزونه دهغې په ځال کې څرګندېږي].
وَمَا خَلَقَ الذَّكَرَ وَالْأُ ْنثَى﴿﴾۳
()۲
او سوګند پر هغه څه [= هغه الملونه] چې نرینه او ښځينه يې پنځولي.
اِنَّ سَعْيَکُمْ لَشَتَّى﴿﴾۴
( )۹
چې په تحقیق ستاسو [کړنې او] هلې ځلې بېالبېلې [خپرې ورې او ډول ډول] دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ن سَعْيَکُمْ لَشَتَّى .د «لیل»
خلَقَ ال َّذكَرَ وَالْأُنثَى .اِ َّ
وَاللَّيْل ِاذَا يَغْشَى .وَال َّنهَارِ اِذَا تَجَلَّىَ .ومَا َ
سورت د پیل څلورآیتونه چې دري يې سوګندونه دي اوڅلورم يې نتیجه او د سوګندونو
ځواب .له هر سوګند څخه مخکې چې «واو» راغلی د سوګند واو دی .وَاللَّيْل ،قسم پر شپه .د
شپې کوم مهال؟ ِاذَا َيغْشَى .هغه مهال چې د هغې تیاره پر هر ځای خپره شي او هر ځای په
خپله تیاره کې ونغاړي .یَغشی ،د غشاء له ريښې ،یعنې ټول څيزونه پوښي او پټوي .نو،
سوګند پر هغه مهال دی چې د شپې تیاره پر هر ځای او هر څیز لوېدلي وي .د شپې په سر کې
ال هم لږه رڼا شته ،خو وروسته ورو ورو په تدریج رڼا ورکېږي او هر څيز په تیاره کې ډوبېږي.
نو د شپې پر هغې برخې قسم یاد شوی دی چې هوا په بشپړه توګه تیاره ده ،مطلقه تیاره.
وَالنَّهَارِ ،دوهم قَسَم .قسم پر ورځ دی ،خو د ورځې کوم مهال؟ ِاذَا تَجَلَّى .هغه مهال چې په
بشپړه توګه ځال کوي او رڼا شي« .تجلی» یعنې جلوه کول ،ځلېدل؛ روښانه ،برېښنده او
ښکاره کېدل .هر دواړه سوګندونه ،سوګند پر غایت او منتها دی؛ د تیاره اوج او د رڼا اوج .نه
د ورځې په سر ،چې تیاره او رڼا ګډه وډه او په اصطالح برګه ده ،او نه د ورځې په پای ،چې د
لمر پرېواته پیل کېږي.
دريم سوګند :وَمَا خَ َلقَ ال َّذكَ َر وَالْأُنثَى .یعنې هغه چې الله تعالی خلق کړي او پنځولي دي
«ذَکَر» او «اُنْثَی» یعنې نرینه او ښځینه .که هغه انسان دی او که نور ژوندي موجودات دي.
همدغه تضاد چې د شپې او ورځې تر منځ شتون لري ،یا دغه دوه ګوني توب د نهایت رڼا او
نهایت تیاره تر منځ – چې ښايي اوس مناسب نه وي نوم يې تضاد وبولو – دا مغایرت او
توپیر ،چې د هغوی له ترکیبه حیات رامنځته شوی دی ،د نرینه او ښځینه تر منځ د مباینت
[بېلوالی] او مغایرت [توپير] او اختالف تر څنګ یاد شوی دی.
که شپه او ورځ نه وای د هستۍ جهان به یونواخته او یو ډول وای او اصالً هيڅ څیز نه
رامنځته کېده .مثالً باد هغه مهال رامنځته کېږي چې سړه او توده هوا له یو بل سره تالقي او
یو ځای شي .یعنې په فضا کې د تودوخې او حرارت اختالف او توپیر ،حرکت رامنځته کوي.
هوا له تودوخې سره منبسطه کيږي او حجم يې زیاتېږي او ګرمه منبسطه شوې هوا اوچتېږي
او په یخه منقبض شوې هوا توئېږي او خپرېږي .او په پایله کې یو سیکل او دوران رامنځته
کېږي چې د راز راز بادونو د پورته کېدلو المل کېږي .باد چې اوچتېږي ،د اوقیانوس رطوبت
او لمده بل ،چې د اوبو له تبخیره پیدا شوی دی ،له ځان سره پورته کوي او د ځمکې نورو
برخو ته يې وړي .نو د شپې او ورځې د حرارت اختالف باد رامنځته کوي او باد رطوبت
لېږدوي او لمده بل هم طبیعت خړوبوي .نو پر دې بنا که شپه او ورځ نه وای ،طبیعت نه
خړوبېده او په دې صورت کې به هيڅ ګیاه او نبات نه زرغونېده او د ځمکې پر مخ به حيات یا
ژوند نه رامنځته کېده .دا دوه ګوني توب او تضاد چې د ځمکې پر مخ د ژوند المل شوی دی.
په همدې ډول چې بل سبب يې د موجوداتو د نر او ښځې دوه ګوني توب دی چې دا دواړه د
یو بل له ترکیب سره د ځمکې پر مخ د حیات منشاء او سرچینه شوي جوړوي .نو ګورو چې
همدا د شپې او ورځې تباین څومره د خیر محصول له ځانه سره لري .یا د نر او ښځې له دوه
رازوالي او دوه ګونيتوب څومره مطلوب محصول رامنځته شوی دی.
خو څه ډول پایله او نتیجه ترې اخلي؟ وايي لکه څنګه چې د شپې او ورځې او د نر او ښځې
تر منځ تفاوت ،توپير او اختالف دی ،ستاسو کړن او عمل هم ډېر ګډوډ او تيت دی؛ اِنَّ
سَعْيَکُ ْم لَشَتَّى .دا «الم» د تأکید لپاره دی .البته د ځېنو عملونه او کړنې لکه د ورځې په څېر
روښانه او رښتيني دي او د ځېنو هم د شپې په څېر تور او تیاره .په ژوندانه کې زموږ هڅې
ټولې د ورځې په څېر نه دي ،هغه ټولې د شپې په څېر هم نه دي ،زموږ عملونه تیت او
پراګنده دي .موږ خپل عمر او د ژوند پانګه مو په ډېرو څيزونو لګوو او ټول له یو بله ګډوډ
دي؛ ښه او بد کارونه او تیاره او رڼا کارونه .
له دې دریو یا څلورو سوګندونو سره [که « ُانْثی» هم قسم وګڼو] غواړي بیان کړي چې منظور
يې څه ډول ګډوډي او پراګندګي ده ،د انسان څه کار یا کارونه ګډوډ دي؟
کوم اختیار او استعداد چې انسان ته ورکړل شوی دی ،ډول ډول موخې او انګېزې رامنځته
کوي او هغه ته د رسېدلو په شوق کې د هڅو د کچې ،تشخیص او پېژندنې پر بنسټ ،افکار
[اندونه] ،عقيدې [ګروهنې] او صفتونه ظهور کوي او څرګندېږي چې د حیواناتو پر خالف یو
تر بله متمایز او بېل دي او په اصالح او افساد ،بخشش او بخل ،تقوا او تجاوز ،احسان او
ګناه او ...کې یو تر بله په تضاد کې واقع کېږی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۲ــ پر شپه او ورځ او هغه الملونه چې زوجیت [جوړه توب] [نر او ښځه] يې رامنځته کړي
دي درې ګوني سوګندونه ،په طبیعت کې دوه ګوني توب ،تفاوت او توپیر څرګندوي چې د
هغوی تناوب او ترکیب د ژوند او حیات د پیدایښت او د نباتي ډول ډول بڼو او د ژوندیو
موجوداتو د زېږون او زېږندې ،ودې او تکامل المل شوی دی ،د شپې ورځې ،نرينه او ښځينه
موضوع ګانې په مسلّم دلیل او هر ځایوالی او عمومي والی او د نه انکار وړتیا يې کولی شي د
سوګند د شاهد په توګه ،د هاغې نتیجې لپاره چې په ورپسې آیت کې السته راځي ،د استناد په
توګه وګڼل شي .حال دا چې که په خدای او د هغه په صفتونو سوګند خوړل شوی وای ،ددغه
آیت د نزول پر مهال ،ال پر هغوی معرفت حاصل شوی نه وه او داسې وړ پاملرنه يې نه
راپاروله .پر دې سر بېره د شپې او ورځې تناوب یعنې د ځمکې او د هغې د فضا سړېدل او
تودېدل د باد د پیدایښت ،د دریابونو لمده بل ته د حرکت ورکولو ،د ورېځې د تشکیل او د
اورښت د اورېدلو او په ځمکه کې د ژوند د پیدا کېدلو المل کېږي چې د « نر او ښځې»
پنځېدل [دریم سوګند] د هغه له آثارو او په هغه پسې دي.
۹ــ «شَتَّی» ،د شتیت جمع [ لکه مرضی د مریض جمع] په خپوروالي او بېالبېلوالي او د
موخې او ټاکلي لور په نه شتون داللت کوي .اشتات د جمیع په مقابل کې دی [نور ۱۲
( )۱۲:۹۴او حشر ])۲۴:۴۲( ۲۴او راز راز والی په نظر کې لري ،لکه په طبیعت کې د ګیاه
ګانو راز راز ډولونه [نَباتٍ شَتّی – ] )۴۳:۹۵( ۴۳یا د قیامت په ورځ د خلکو خپوروالی او
راز راز والی [ َيوْمَئِ ٍذ يَصْدُرُ النَّاسُ اَشْتَاتا لِيُ َروْا اَعْمَالَهُمْ – زلزله .])۱:۲۲( ۱ګواکې ژمي ته
يې له دې المله «شتاء» ویلی چې د ونو میوه او بار او پاڼې ترې بېلې او په طبېعت کې خپرېږي
او تیت او پرک کېږي .انسان د ګیاه ګانو او حیواناتو پر خالف ،چې د طبیعي او غريزي
هدایت مطابق عمل کوي ،د «اختیار» او د انتخاب د حق له المله چې الله تعالې پرې پېرزوینه
کړې او ورته يې بښلی دی ،هڅې يې د انګېزو او موخو پر بنسټ متفاوتې دي او توپير لري،
لکه د شپې او ورځې تناوب او تضاد ،نور او ظلمت ،رڼا او نیاره ،تودوخه او سړوخه ،پټ او
ښکاره ،حرکت او سکون ،چې د داسې دوه ګوني توب له منځه په ځمکه کې د ژوند او حیات
راز راز بڼې رامنځته شوي دي .سربېره پر دې ،د ځمکې په کره کې د ژوند د تحوالتو او
اووښتون تاريخ څرګندوي چې د ژوندانه څرخې د زوجیت [جوړه توب] له پیدایښت وروسته
فوق العاده بیړه او تلوار موندلی دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فَاَمَّا مَنْ اَعْطَى وَاتَّقَى﴿﴾۴
نو هغه څوک چـې [لـه خپلـه مالـه] وركـړه [او بښـل] وکـړي او [د نفـس لـه هـوا او ځـان
غوښتنې] پرهېز [او ځان ساتنه] وكړي،
وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى﴿﴾۱
( )۳
[= د نیکیو منونکی او غوره ترین [او بهترینه وینا او کړنه یا حق ته بلنه ] تصدیق کړي
او هرکلی کوونکی وي]،
سرَى﴿﴾۷
َسرُهُ ِللْيُ ْ
فَسَنُي ِ
نو ژر به [مونږ هم] هغه [د ودې او کمال په الرکې ] د آسانۍ لپاره [دهغه نفساني سختۍ
()۴
او خنډونه] آسان کړو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فَاَمَّا مَن اَعْطَى نو هر څوک چې بخشش او مرسته وکړي .د بخشش اهل او سخاوتمند وي :د
خیر اهل وي .دا یوه ځانګړتیا .دویم :وَاتَّقَى .تقوا ولري« .تقوا» څه څيز دی؟ تقوا یعني برېک
او تمېدنه! انسان چې د بریک او تمېدو صالحیت ولري ،د شهوتونو په ځوړ که روان شي،
کولی شي تم شي ،که عصباني شو ،که په غوسه شو کولی شي خپل ځان کنټرول کړي ،که په
شهوت اخته شو ،کولی شي خپل ځان مهار او کنټرول کړي که د ډېر غوښتنې په وسوسه
اخته شو او د خلکو مال يې هم په واک او اختیار کې وي ،کولی شي وسوسې ته تسلیم نه شي
او خپل نفس په خپل اختیار کې ونيسي .په ډیری ځایونه کې الزم دي چې انسان خپله مخه
ونيسي .تر ټولو مهمه يې پوړۍ پالنه ده چې ډېره سخته ده .نو ،له ګهيځه تر شپې باید سل
ځایه بریک ونیسو او تم شو .په موټر چلولو کې هغه باید ګړندی هم کړو او هم ګېر بدل کړو
او هم ستېرینګ په الس کې ولرو او هم په خطرونو کې باید برېک ونيسو او تم شو.
انسان د خپل ځان په هدایت او چلند کې هم د خطرونو او ګواښونو سره مخامخ دی ،نو
ځکه باید احتیاط او پروا وکړي او څارونکی اوسي .په هر حال ،د نفس مهارول او نهی کول
او نه بې بندوباره کېدل ،او د نفس مهار او قیضه په موقع او سم مهال کشول آسان کار نه دی.
هغه څوک چې وايي زه هر هغه کار چې زړه مې وغوښتل او هر کار چې مې خوښ شو کوم
يې« ،تقوا» نه لري .مګر هغه څوک چې پروا کوي پام او غور کوي چې کوم ځای حق دی او
کوم ځای باطل ،له کومه کاره الله راضي دی او له کومه نه ،چې پوهېږي او ددې پروا کوي
چې دا ګناه ده او هغه ثواب ،دا د تقوا اهل دی .نو دویم صفت ،د هغه چا صفت دی چې پر
خپل ځان مسلط دی .مثالً د سترګو تقوا لري که الله تعالی فرمان ورکړی چې نامحرم ته مه
ګورئ ،ورته نه ګوري .د غوږونو تقوا لري ،د السونو تقوا لري ،ځکه چې زموږ هر غړی د
ځان له پاره خپله تقوا لري .نو دا ټوله تقوا ده.
سنَى .او تصدیق يې کړ .کوم څیز؟«حُسنی» دوه معناوې لري
دریمه ځانګړتیاَ :وصَ َّدقَ بِالْحُ ْ
ښکال او نېکي ،په قرآن کې راغلي دي چې کافرې ښځې تاسو ته حاللې نه دي ،حتا که حُسن
يې تاسو حیران کړي .ــ ښکاره ده چې «حُسن» دلته د ښکال په معنا دی .په ډېرو ځایونو کې
هم د نېکۍ او ښه والي په معنا راغلی دی .او له بلې خوا ،ښه او نېک څيزونه ښکلي هم دي
او هر څیز چې زېبا او ښکلی وي له یو اړخه ښه او ګټور او نېک هم دی د چا په سترګو کې
چې له ښه والي په وړاندې ځېل او هوډه شتون ونه لري او وجود يې د ښو منونکی وي،
هغوی هم ښکلي په نظر راځي« .حُسنی» کولی شو په پښتو کې پر هر هغه څه چې
ارزښتناکه ،وړ او ښه دی اطالق کړو .په یو اعتبار ،د ارزښتونو د احیا او ژوندي کولو له پاره
هڅه او تالش دی .یعنې «حُسنی» کیدی شي هماغه ارزښتونه وګڼو .تقوا ارزښت دی؛ ایثار
ارزښت دی؛ نورو ته خیر رسول او خدمت کول ارزښت دی .دا تصدیق کړي او رښتیا يې
وګڼي .خو نه یوازې په ژبه .قرآني تصدیق وجودي او عملي تصدیق دی .د قرآن په منطق کې،
مصدِّق هغه څوک دی چې هم په ژبه او هم له زړه او له خپل ټول وجود سره ښېګڼو پسې وي.
دې ته تصدیق وايي .اوس نو ددې باور درلودلو او رښتیا ګڼلو او د نفس پر هوا د غلبې کولو
پایله او نتیجه څه ده؟
فَسَنُيَسِرُ ُه« .فَ»پر دې بنا«.سَ» یعنې ډېر ژر .نُیَسِرُ ُه موږ به آسان کړو .څه څیز؟ دا د«هُ»ضمیر
یعنې هغه .نو ،یعنې هغه پخپله آسانوو .په ځینو ترجمو کې راغلي دي چې د هغه لپاره يې
سرَى.
آسانوو .خو د آیت سمه معنا داده چې هغه پخپله آسانوو.د څه کار لپاره يې آسانوو؟ لِلْيُ ْ
ښايي بهتر وي د مطلب د روښانه کولو لپاره یومثال وړاندې کړو .فرض کړئ یو چا چې په
خپل ټول عمر کې غال نه وي کړي وغواړي په غال الس پورې کړي؛ د لومړي ځل لپاره يې
زړه داسې درزېږي ته به وايې چې له کومي يې راوځي ،رنګ يې الوتی وارخطا او پښېمانه وي
چې هسې نه چې ونېول شي .خو چې څو ځله غال وکړي دا کار ورته ورو ورو آسانېږي؛ لږ لږ
شخصیت او نفس يې دا کار د ځان له پاره آسان مومي او په آسانۍ يې مني .غال ورته لکه د
اوبو څښلو په څېر آسانيږي؛ ان تر دې چې کېدی شي د غال پر مهال په ډیره آسانۍ په انسان
وژنه الس پورې کړي او ټنډه يې تروه هم نه شي.
دا قاعده هم په ښو کارونو کې او هم په بدو کارونو کې صدق کوي .د دنیا کارونه ټول همدا
راز دي .سړی تعجب کوي چې څه ډول یو انسان یو ډېر دروند وزن له ځمکې اوچتوي ،خو
دا له دې پرته نور هيڅ نه دي چې ددې کار سرته رسول ورته له کلونو کلونو تمرین او ورزش
وروسته حاصل شوی دی .یا د مداري کارونه او د اکروبات ننداره .دا په رښتیا د حیرانتا وړ
دي ،دوی په څومره آسانۍ دا سخت کارونه سرته رسوي؟ یوازې په تکرار او تمرین.
په همدې ترتی ب متقي هم له تمرین سره او په تدریجي توګه پر نفس تسلط او د شر د تمایالتو
په وړاندي د ځان په مهارولو ،خپل و جود د خیر کارونو لپاره آسانوي .که څوک په درس
ویلو کې زیار وکاږي اوس به ورته لږه سخته وي خو د وخت په تېرېدو خپل وجود د علم
حاصلولو لپاره آسانوي او باید اوس ښه درس ووايي خو د تکرار او تمرین وروسته تحصیل
ورته آسانېږي .دلته دا آیت هم همدا وايي چې که څوک دا درې کارونه چې د انسان د وجود
درې لورې او ساحې دي سرته ورسوي ،د هغوی تکرار به نور ورته ستونزمن نه وي .لومړنۍ
اړیکه يې له خلکو سره ده .موږ د خلکو په اړه باید د بخشش اهل اوسو؛ وکولی شو عطا او
بخشش وکړو ،ورکړه وکړو .ورکړه یوازې د پيسو نه ده؛ د ځان پانګه کول هم دي؛ وخت
ورکول او مرسته کول هم دي ،خدمت کول دي چې د خدمتونو هم راز راز ډولونه دي.
خ و انسان له خپل ځان سره په اړیکه؛ تقوا چې معنا يې د ناوړه کارونو په وړاندې د نفس د
مهارولو او د نفس پر هوا د غلیې لپاره د قوي ارادې درلودل دي ،د انسان تر ټولو لوړه او
اوچته ځانګړتیا ګڼل کېږي.
په پای کې دریم خصلت له الله سره په اړیکه ،د ښېګڼو او نیکیو تصدیق او باور درلودل دي.
یعنې د الهي ارزښتونو په وړاندې د منّیت او مقاومت لېرې کول او په ژبه او عمل د هغوی
تصدیق ،د نېکانو له مالتړ او حمایت سره سره .د «صدق بالحسنی» مصداقونه هماغه د
موسی تصدیق کوونکي ،د عیسی حواریون د اسالم د پیغمبر هم مهالي مهاجرین او انصار او
ورپسې وروسته تابعین ول او دي.
دا د انسان درې وجودي ساحې دي؛ یعنې د انسان نسبت له «خپله ځانه» ،له «خالق» سره يې
او له «خلق» سره يې .د انسان له «خپل ځان» سره د ځان په اړه چې بهترین اوعالي ترین
صفت قرآن معرفي کړی دی «تقوا» ده .قرآن جنت ته د وصلت او داخلیدو یوازینۍ الر تقوا
ګڼلې ده .له تقوا سره هیڅ صفت د پرتله کېدو وړ نه دی .له «الله» سره په تړاو باید د ایمان او
د نیکیو او ښېګڼو د «تصدیق» اهل اوسو ،او په پای کې د «الله له خلق» سره په تړاو باید د
احسان او «عطاکولو» او بخشش اهل اوسو .هر هغه څوک چې دا درې رکنه رعایت کړي د
خیر پر الره تګ ورته آسانېږي او ژوند يې هوسا کېږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۳ــ پنځم او شپږم آیتونه ،لومړنۍ الره له دریو نښو سره بیانوي؛ له خلق ،له ځان او له خالق
سره په اړیکه .له «خلق» سره غوره ترینه اړیکه ،هغوی ته ورکړه ،مرسته او بښل دي له «ځان»
سره اړیکه هغه ته پاملرنه ،روزنه او پالنه ده ،او له خالق سره اړیکه د بهترینو او غوره ترینو
نیکیو او ښه والیو تصدیق دی چې د هغه له نېکو اسمونو او صفتونو [اسماءالحسنی] څخه
سرچینه نیسي .دا درې نښې ،د یوه حقیقت درې جلوې او څرګندونې دي چې په راشد او وده
موندي انسان [محسن ،متّقي او مؤمن] کې څرګندېږي .د «الْحًسْ َنی» صفت ،د احسن مجازي
مؤنث له تفضیلي وصف سره دی چې هر بهتر ،غوره کار ،هدف او سرلیک په کې شامېلېږي.
۴ــ په دې آیت کې [او هم په لسم آیت کې] آسانېدل او سختېدل ،لکه څنګه چې د نفس په
ځمکه کې ريښه لري او د هغه مانع یا مشوق د انسان نفس دی ،پخپله شخص ته يې نسبت
ورکول کېږي ،نه نېکو او بدو چارو ته ،دا پخپله انسان دی چې ورو ورو په تدریج نورو ته په
ورکړه ،مرسته کولو او بښلو ،په خشم ،غوسې ،شهوت او آز ...کې د نفس په مهارولو او په
پای کې د نېکیو په تصدیق او له هغوی څخه په مالتړ تربیت کيږي او روزنه مومي او دا چارې
چې په پیل کې او یا د ځینو کسانو لپاره ډېرې سختې دي ،هغوی ته آسانې شي او ال آسانترې
شي .اصوالً د قرآن په ډېر شمېر آیتونو کې يې ،د «زیاتېدنې» ميزان او کچه د اجر یا عذاب پر
ځای ،پخپله شخص ته نسبت ورکړی دی [په دې اړه دې د بېلګې په توګه الندینیو آیتونو ته
رجوع وشي[ :ابراهیم ،)۷:۲۴( ۷بقره ،)۴۵:۹( ۴۵اعراف .])۲۱۲:۷( ۲۱۲
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَاَمَّا مَنْ بَخِلَ وَاسْتَ ْغنَى﴿﴾۵
خو هغه څوک چې بخل [او کنجوسي] کوي او [د نفس له مهارولو او له ګناه د پروا کولو
څخه] بې نیازي [او نه اړتیا احساس او څرګندونه يې] وکړي،
وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَى﴿﴾۲
( )۴
او غوره ترین [او بهترینه وینا او کړنه یا حق ته بلنه ] دروغ وګڼي،
َسرُهُ ِللْعُسْرَى﴿﴾۲۵
فَسَنُي ِ
نو [له داسې کړنو سره ،موږ هم د] هغه [نفس د ودې او کمال په الره کې] د سختېدلو
()۱
لپاره آسانوو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اما په خالف جهت کېَ :واَمَّا مَن َبخِلَ ،خو که بُخل وکړي -بُخل د «عطا» ضدّ دی – ددې
پر ځای چې د بخشش اهل وي خسیس توب څرګند کړي .وَاسْتَغْنَى .د استغناء کلیمه د
استفعال په باب کې د «غني» له رېښې ده .یعنې نه اړمن تیا څرګنده کړي د تقوا ،په نسبت ځان
بې نېازه وګڼي له دې چې د خپلې ژب ې مخه ونیسي ،غیبت ونه کړي ،بد ستایل ونه کړي .د
ډېرو د ژوندانه بنا پر دې ده چې هر کار چې زړه يې و غواړي کوي .دا کسان ځان دې ته اړ نه
ګڼي چې خپل نفس مهار کړي .وايي دا کار ولې ونکړم؟زما زړه چې هر کار وغواړي کوم يې.
د مدني قوانینو او مقررو په اړه هم دا قضیه رښتيني او صادقه ده؛ د قانون رعایت باید وشي.
موږ قانون ته اړتیا لرو .که کومه ټولنه قانون ونه لري ،په هغه کې د ځنګل قانون واکمن کېږي
او ځواکمنان ،بېوزلي او ضعیفان خوري .نو که څوک په قانون باور لري ،باید قانون رعایت
کړي او درناوی ورته وکړي ،اما ځېنې کسان شته چې دا احساس او درک نه لري .نو دا د
مدني ټولنې د قانون ،یا د شریعت او الهي دین په نسبت نه اړتیا او خپلواکي ګڼل کېږي.
سنَى .دا راز انسان عمالً ارزښتونه دروغ ګڼي .البته نه په ژبه .نه وايي قانون او
ب بِالْحُ ْ
وَكَذَّ َ
ارزښتونه دروغ دي؛ تاسو که له هر چا پوښتنه وکړئ نظر يې د آزادۍ په اړه څه دی،
سمدالسه ځواب ورکوي چې آزادي ډېره ښه اوعالي ده .یا که نظر يې د عدالت په اړه
وپوښتئ ،هغه ډېر ارزښتناک او ضروري ګڼي او سپارښتنه يې هم کوي چې ټول باید په
عدالت پسې اوسو او عدالت په نظر کې ونيسو .خو په واقعیت کې داسې دی چې ډېری له
خلکو یوازي هغه مهال چې الس يې له ځواک او قدرت لېري وي د عدالت او آزادۍ نارې
سورې وهي ،افسوس په هغه حال چې کله د ميز هاغه لور ته الړشي! موږ ټول د آزادۍ پلوي
یو ،خو آزادي د خپل ځان لپاره غواړو .خو که قدرت او ځواک ته ورسېږو همدا آزادي چې
الپې يې کوو ،له نورو يې اخلو .ډېری چې د آزادۍ لپاره مبارزه کوي ،ددې لپاره ده چې پخپله
ترې محروم دي ،نه دا چې واقعا د آزادۍ پلويان او آزادي پالي او په خپلواکۍ مین دي مهم
دادی چې سړی د قدرت د درلودلو سره سره ،خپل مخالف ته هم د عقیدې د اظهار او انتقاد
ازادي ورکړي .دا ډول کسانو عدالت او آزادي درک کړې ده؛ نو دادی چې واقعي تصدیق او
تکذیب عملي دی ،نه زباني او نظري.
فَسَنُيَسِرُ ُه لِ ْلعُسْرَى .هغه څوک چې د تصدیق پر ځای تکذیب کوي ،ډېر ژر به په کنډو کپرې
تګالرې روان شي؛ وجود به يې د سختیو لپاره چمتو شي؛ ژوند به يې ورته ستونزمن شي.
له پورتنیو سریزو سره اوس ددې سورت د دریو خصلتونو په اړه توضیحاتو ته بیرته راګرځو،
چې د انسان ځانګړنې تشکیلوي:
لِلْيُسْرَى َسرُهُ
فَسَنُي ِ وَ صَدَّقَ بِا ْلحُسْنَى َو اتَّقَى فَاَمَّا مَنْ اَعْطَى
ِللْعُسْرَى سنُيَسِرُهُ
فَ َ سنَى
وَ كَ َّذبَ بِالْحُ ْ وَ اسْ َتغْنَى ن َبخِلَ
َواَمَّا مَ ْ
د دوو مختلفو ډلو په اړه درې ګوني ستایل شوي ځانګړنې دقیقا یو تر بله متضادې دي .د
«اعطی» تضاد له «بخل» سره او د «صدق بالحسنی» تضاد له «کذب بالحسنی» سره څرګند
دی ،خو د «اتقي» او «استغنی» ترمنځ په پرتله او تقابل کې باید ډېره پاملرنه وشي .تقوی:
تعهد ،میزان ،مالک او مهار ته ژمنه او پلیوني ده او «استغنی» :نفساني هوی او هوس ته د هر
ډول محدودونکو مقررو له ژمنتیا او متعهد کیدلو څخه نه اړمنتیا او بې نیازي ده.
او عکس يې هغه کسانو چې د تقوا په ځواک ،خپل ځانونه ځواکمن ،او خلکو ته د مال په
ورکړه او احسان ،خپل ځانونه سپکباري او تزکیه کړي ،او د پالونکي رب د وجهې او مخ په
ابتغاء او لټونه يې ،خپل ځانونه د هدف او موخې لرونکي کړي وي[ ،هماغه درې خصلتونه:
تقوی ،اعطاء او د حسنی تصدیق] په دې الر کې نه منحرف کېږي ،ځکه چې د تقوی د برېک
او تمېدن په ځواک سمبال دي ،نه ستړي کيږي او نه ساه نېولي کيږي ،ځکه چې په مالي تزکیه
او سپېڅلتیا سپکباري شوي دي .او د الرې له پوړونو ،تم ځایونو او نندارو نه زړه وهلي
کېږي ،ځکه چې ډېر لوړ او بې پایانه مقصد او موخې ته يې سترګې نېولي دي او زړونه يې
پرې بایللي دي.
لکه څنګه چې آسانتیا او سختي دواړه نسبي چارې دي او په انسان پورې تړلې دي او خارجي
مستقل واقعیت نه لري ،هغه کسان چې لومړنۍ الره ووهي ،څرنګه چې عطا کول ،تقوی ،او
د ښېګڼو تصدیق د انسان له فطرت سره هم آهنګ او هم غږي دي ،له هر ګام سره چې په دې
الره کې يې اوچتوي وجود يې د نورو ګامونو د راحت او په آسانۍ اوچتولو لپاره مهیا او
چمتو کېږي ( فسنیسره للیسری ) .دا داسې یو حقیقت دی چې په دنیايي چارو او کارونو کې
او د هغوی پورې اړوندو مختلفو ستونزو کې مو په تجربه زده کړی دی ،ددې قضيي عکس
هم رښتینی او صادق دی یعنې د منکراتو په الر کې په ګام اېښوولو هم ډېر ژر انسان د شرم او
حیا او وجداني کنټرولونو په وړاندې زړور ،بې شرمه او بې حیا کېږي تر دې بریده چې ډېر
کرغيړن کارونه په ډېرې آسانۍ سرته رسوي او له خپلو فسادونو ،ظلمونو او جنایتونو څخه د
وجدان د ډېرې وړې ناراحتۍ احساس هم نه کوي .نوي او نابلده غل چې په لومړیو ورځو کې
يې په ویره او ډار له پلورنځیو واړه او ناڅيزه توکي پټول ،ورو ورو په تدریج سره په سختیو
کې دومره آسان او ماهر کېږي (فسنیسره للعسری) چې ډېرې غټې او سترې غالګانې په ډېرې
سړه سینه او آرامۍ سرته رسوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۴ــ د تکذیب له تصدیق سره ،او د بخل له عطا سره متضاد والی ښکاره او څرګند دی ،خو
هاغه چې د پوښتنې او پاملرنې وړ دی ،د استغنی تقابل له تقوی سره دی؛ تقوی د بدیو په
کولو کې د نفس تمېدل او بریک نېول او په منکراتو کې د هغې مهارول دي ،اما هغوی چې
بخل کوي او نیکۍ او ښېګڼه دروغ ګڼي ،او د تکبر او ستم له زیاتوالي سره ،له تقوا او
پرهېزګارۍ څخه د استغنا او بې نیازۍ احساس کوي .هغوی نور د خپلو حقوقو په رعایت
کولو مؤظف ګڼي مګر خپل ځانونه د نورو د حقوقو په رعایت کولو مؤظف نه ګڼي.
۱ــ نورو ته په انفاق کولو کې په هر بُخل کولو سره ،په خشم او شهوت او ...کې د نفس د
مهار په خوشې کولو او په پای کې د نېکۍ او ښه والي په هر دروغ ګڼلو ،د ځان چورليځ له
تنګ زندان څخه ورته وتل او آزادیدل ورځ په ورځ سخت او سخت تر کېږي او په دنیا پورې
د تړاو بندونه يې سخت او محکمتر کيږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَمَا يُغْنِي عَنْهُ مَالُهُ اِذَا تَرَدَّى﴿﴾۲۲
او مال او شتمني [ چې د هغې پر تکیه د حق له منلو څخه ډډه کوي] ،د ښوئیدنې او
( )۷
پرزېدنې پر مهال به يې بې نېازه نه کړي [او په ښه به يې رانه شي].
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَمَا يُغْنِى عَنْهُ مَالُهُ اِذَا تَرَدَّى .هغه سړی چې بخل کوي ،خپل مال د خپل ځان لپاره غواړي او
له دین او نورو سره څه کار نه لري .چون غواړي له مال او ژوند څخه يې خوند واخلي ،نو
ارزښتونه دروغ ګڼي او تکذیبوي يې ،او اخروي او الهي ارزښتونو ته پاملرنه او پروا نه کوي.
خو کله چې له دنیا والړ شي ،دا ثروت او پانګه به يې په څه درد ولګي؟ که داسې وي چې ته
په دنیا کې ثروت د ثروت له پ اسه اچوې او انباروې ،خو کله چې له دنیا والړې دا ثروت او
پانګه به دې په څه درد ولګي.
خو داسې نه ده چې له دغو دوو الرو څخه د هرې یوې الرې انتخاب او غوره کول توپير ونه
لري ،هغو کسانو چې د بخل ،بې نیازۍ او تکذیب الر نېولې ده په واقعیت کې يې په هغه
«مال» او موقعیت تکیه کړې ده چې ناپایښته او زوال منی دی ،سره ددې چې د لږ مهال لپاره
په مؤقته توګه برخمنتیا او تمتع لري ،او د عمر په پای ته رسېدلو او د عمر د دوسيي په تړلو او
د عملونو په جهنم کې په ښوئيدلو او غورځېدلو کې ،مال داسې الستی نه لري چې په نېولو
يې سړی نجات او ژغورنه ومومي(وَمَا ُيغْنِي عَنْهُ مَالُهُ ِاذَا تَ َردَّى).
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۷ــ « رَدی» له لوړې څخه د غورځېدو په توسه هالکت ته ویل کېږي ،له لوړ ځای څخه
راغورځېدلي حیوان ته «مُتَردیِه» ویل کېږي چې غوښه يې په اسالم کې حرامه ده [مائده ۳
( .])۳:۴اما له انساني مقام څخه سقوط او غوځېدل ،د قرآن په فرهنګ کې «هوی» [د هُدی
په مقابل کې] نومول شوې ،چې د روح او روان د هالکت سبب کيږي « .فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا
مَنْ لَأ يُوْمِنُ بِهَا وَا َّتبَعَ هَوَاهُ فَتَ ْردَى » [طه .])۲۱:۹۵( ۲۱په قرآن کې ډېری موردونه چې د
«رَدی» د کلمي مشتقونه راغلي دي د انسان شخصیتي هالکت ته پاملرنه او اشاره
کوي[فصلت،)۹۳:۴۲(۹۳صافات،)۴۱:۳۷(۴۱انعام .])۲۳۷:۱(۲۳۷دنیا پاله پانګوال او
شته من انګېري چې «مال ،شته او پیسې ،د هرې ستونزې حل کوونکی دی» ،خو کله چې د
نفس د هوا او هوس له پلیونۍ څخه د والړې شوې ستونزې او عارضې ،یا مصیبتونه او
ناعالجه بیمارۍ رامنځته شي ،شته او پیسې هيڅ نه شي کولی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى﴿﴾۲۹
( )۵
په تحقیق سره،هدایت [= د بندګانو الرښوونه ،رهبري او سرغندويي ] زموږ پر غاړه دی،
وَاِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَى﴿﴾۲۳
او په حقيقت كې پای [آخرت] او پیل [دنيا] [=وروستی او ړومبی] هم يوازې زموږ
()۲
لپاره [یا زموږ پر لور] دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اِنَّ عَلَيْنَا لَ ْلهُدَى .اِنَّ د تأکید لپاره دی ،علینا پر موږ دی .څه څيز؟ َل ْلهُدَى .هغه د بشر هدایت
پر غاړه اخېستی دی .وَاِنَّ َلنَا ،او په تحقیق پر موږ دی لَلْآخِ َرةَ وَالْأُولَى .هم آخرت او هم له
هغې مخکې؛ یعنې دنیا .یعنې موږ انسان خلق کړ او ومو پنځوه او په دنیا کې مو ځای ورکړ او
هغه ته مو د عمل اختیار ورکړ .نو ،آخر کې به هم موږ ته راګرځي .وايي دا منځ يې زموږ د
عمل لپاره ډګر ټاکلی ،چې بیرته ازموینه ورکړو؛ یا نورو ته ورکړه او بښل وکړو ،یا بخل
وکړو ،یا تقوا خپله دنده کړو یا بې تقوايي .یا هغه ارزښتونه چې يې ټاکلي دي عمالً تصدیق
کړو او ورپسې الړشو او په تحقق کې يې هڅه وکړو ،یا ورته شا کړو .وايي که مسیر او تګالره
مو سمه غوره کړه ،د سوکالۍ په څرخ کې غورځيږۍ .د پرمختګ او کمال او د شخصیت د
ودې الر .او که ناسمه تګالر او مسیر مو انتخاب کړ ،هغه مهال باید خپل ځان د سختیو لپاره
چمتو کړئ؛ د هغو خنډونو لپاره چې ستاسو د پرمختګ د الرې پر سر رامخته کېږي او له
پرمختګه مو مخنېوی کوي.
لومړنۍ الر ،د تقوا الر ،ډېر ژر به سوکالي او مخ په ځوړه شي او تاسو به خوښۍ او زرغونتیا
ته بوزي .خو دویمه الر ستونزمنه او مخ په لوړه او له ډبرو او کنډوکپرو ډکه ده .په دې منځ
کې د الله نقش الرښوونه ده .هغه څوک په زور الرې ته نه راولي .که څوک خالف ،ناسمه او
خطا الر اختیار کړي د هغې مخنېوی نه کوي .تاسو په دې دنیا کې آزاد یاست .د الله نقش
دادی چې تاسو ته الر ښئ .اول او آخر هغه سره دي .لومړی يې موږ خلق کړو او موږ ته يې
استعداد راکړ ،او په آخر کې هم زموږ د عملونو پایله او نتیجه راکوي.
هغه څوک چې د خپلو السته راوړنو په داسې دره کې وغورځي او سقوط وکړي ،نه شي کولی
له ځان پرته بل څوک د سزا وړ وګڼي ،ځکه چې ددغو دوو الرو څخه د هرې یوې الرې
ځانګړنې ددې الرې الروو ته له مخکې تشریح شوي دي (اِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى) .نو چې د «رشد»
او ودې الر له «غی» او بې الرېتوب څخه ورپېژندل شوې ده ،نو اکراه او اجبار ته ضرورت
نشته هر څوک د خپلې خوښې ،انتخاب او «اختیار» پر بنا له آزادۍ او آګاهۍ سره له دغو
دوو الرو څخه پر یوې پل ږدي (لَأ ِاكْرَا َه فِي الدِّين قَدْ تَبَ َّينَ ال ُّرشْدُ مِنَ الْغَي ) ( .)۴دا هغه
«اختیار» دی چې الله تعالی د دنیا په موده او عمر کې انسان ته عنایت کړی او لورولی دی
چې د ابتالء او ازمیښت په بټۍ کې پوخ شي ،دا داسې یو سفر دی چې په پیل [ابتداء] او پای
[انتها] کې يې مسافر نقش نه لري .له خپلې ارادې او اختیار پرته د دوه الرې پر سر خوشې
کېږي چې الر پخپله غوره کړي ،یوازې الرښود او کړنالر ورته په الس کې ورکوي چې چرته
او څنګه الړشي! او د مقصد په انتها کې هم چې توښه او ځواک يې له السه ځي او له حرکت
او حیات پاتې کېږي ،یو ځل بیا لکه څنګه چې په پیل کې يې په خپل حال پرېښی وه بیرته يې
اخلي او حساب ته ورسره کوي .په دې ترتیب آغاز او انجام يې په الله پورې دی او د الرې په
منځ او دالرې په اوږدو کې (د الله ورکړي اختیار په لورینه) په بنده پورې دی :اِنَّ عَلَ ْينَا َللْ ُهدَى
وَاِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَى .نه دا چې د الرې په منځ کې هم مطلق اختیار لري ،بلکه د الهي
مشیت په محدوده کې چې ورته يې مقرر کړی دی د عمل میدان پیدا کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۵ــ هدایت او ضاللت ډیر خلک راهنمايي (الرښوونه) او ګمراهي (بې الرېتوب) ترجمه
کوي ،خو هدایت« ،ایصال بالمقصود» یعنې رهبري (په الر بېول) او د شخص رسول موخې
او مقصود ته دي ،او اضالل په بېالرۍ کې پرېښوول او د هغه د هڅو تباه کېدل دي.
۲ــ له «اُولَی» څخه منظور ظاهرا هماغه د انسان یا جهان لومړنی پنځېدنه یا پیدایښت دی
چې له الله پیل شوی او د هغه پر لور بېرته ورستنېږي [آخرت] ،په دې منځ کې ګواکې یوازې
انسان دی چې د اختیار په پېروزوینه او برکت یون او ځغاسته کوي او خپل سرلیک پخپله په
نښه کوي او لیکي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فَاَنْذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظَّى﴿﴾۲۴
نو تاسو ته په داسې اور [ستاسو د کړنو له غبرګونې] خبرتیا [او ډار ] درکوم چې
()۲۵
غرغنډې لمبې وهي.
لَأ يَصْلَاهَا اِلَّأ الْأَشْقَى﴿﴾۲۴
چې بې له شقیانو [او بدمرغه وګړو] بل څوك نه ورننوځي [هغه وګړي ،چې د حق له
()۲۲
رحمته محروم ترین دي ورننوځي].
الَّذِي كَذَّبَ وَتَوَلَّى﴿﴾۲۱
()۲۹
هاغه چې [د الله آيتونه او هدایت يې] دروغ وګڼل اومخ يې واړو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
كمْ نَارًا تَ َلظَّى .نو تاسو ته په داسې اور خبرتیا او ډار درکوم چې غرغنډې لمبې
فَاَنذَرْتُ ُ
وهي.الله د یو ښوو نکي په توګه د درس لوستلو او نه لوستلو د پایلې او نتیجې خبرتیا
شاګردانو ته څرګندوي ،خو کوم عذاب چې له بې اعتبارۍ ،بې قدرۍ ،شرمندګۍ،
پښیمانۍ ،رټل کېدلو ،خوارۍ او ذلیلۍ حاصليږي د هغوی د خپل عمل پایله ده« .انذار»
خبرتیا ورکول له بیم او ډار سره د هغو خطرونو او ګواښونو په اړه د هغوی ويښیارول دي چې
په مخکې يې دي .نو قضیه ټوکې او شوخي نه ده او ډېره مهمه او جدي ده .نو ته آزاد يې چې
هر کار چې زړه دې غواړي وکړې ،خو پوه شه چې په ژوندانه کې هره الر چې ونیسې نتیجې،
پایلې او پای به ولري؛ کېدی شي ستا د عمل پایله داسې اور وي چې ستا د نفس له دننه
غرغنډې لمبې وباسي .دا څه ډول اور دی؟ کوم مادي او عنصري اور چې موږ يې پېژنو،
زموږ له باطن سره کوم کار نه لري .نو ،خامخا مسئله کوم بل څیز دی .د اور صفت سوزول
دي .دا صفت له اوره نه بېليږي .نو د عقبی اور هم داسې یو څیز دی چې سوزوي ،خو د
انسان دننه ځان .موږ په خپلو اصطالح ګانو او کنایو کې وایو چې :د سړي زړه سوزېږي؛ یا
دسړي په زړه اور بلوي .نو ،په هر ځای کې چې دا اثر او صفت وي ،اور هلته بل دی.
اوس چې د الله په ځواک دې الرې ته وارد شوي یو او له لنډمهالي تګ وروسته په پای کې د
هغه لور ته ورستنېږو او کوم مسیر او تګالره چې پرې تللي یو له هغې سره متناسب سرنوشت
او سرلیک پیدا کوو ،الزمه ده له هاغه ستر اوره «انذار» شو چې په پرله پسې توګه غوړاسکې
کوي او غرغنډې لمبې يې له سمې الرې بېالرې شوي کسان سوزوي (فَاَنْذَرْتُكُ ْم نَارًا َتلَظَّى ).
دا هغه خطر دی چې تل ددې الرې د الرویانو په کمین او څار کې قرار لري او له هر
بېالرېتوب او انحراف سره د هغوی وزرې او بڼې او الس او پښې سوزوي او د الرې په اوږدو
کې يې ناتوان تر او بې ځواکه کوي.
صلَاهَا« .صَلَی» یعنې په یو
ال َيصْلَاهَا اِلَّأ الْأَشْقَى .کوم کسان به په دې اور اخته کېږي؟ ال يَ ْ
څيز کې ننوتل .دا اور به شقیان سوزوي« .شقاوت» د «سعادت» په مقابل کې دی .او سعید د
شقي په مقابل کې« .سعید» هغه چا ته ویل کېږي چې کومک اخلي .مټ ته «ساعد» وايي،
چون سړي سره کومک کوي .یا هغه پیسو ته چې څوک يې له یو ځایه اخلي[ -له معاش یا
تنخا پرته چې یوڅوک يې له هغه ځابه اخلي چې استخدام شوی وي] « -مساعده» وايي.
«شقي» یعنې هغه څوک چې له کومکه محروميږي .هغه چې مثالً په تعلیمي مؤسسه کې کار
کوي ،که د هغه ځای قانون او مقررې په ښه ډول رعایت کړي ،د ښه خدمت په بدل کې ،هغه
سره کومک کوي او د بېلګې په توګه بورس ورته ورکوي .دې بدل او اجر ته وايي «مساعده» او
اخېستونکي ته يې«سعید» ویل کېږي .په هر کاري محیط کې ،هغه مهال چې یو څوک ښه کار
کوي ،هر راز کومک له هغه سره کېږي .خو که څوک د مقررو پر ضد عمل وکړي او ښه کار
نه کوي ،بد کار کوي «شقي» دی ،یعنې له امتیازاتو او امکاناتو محرومېږي .د هستۍ جهان
هم همدا راز دی :یو لړ امکانات لري چې هر هغه چا پورې اړه نيسي چې وکولی شي ورکړه
او بښل وکړي او تقوا ولري او ارزښتونه تأييد کړي .هغه څوک چې د هستۍ قوانین نالېدلي
نيسي محرومېږي او کله چې محروم شو ،په اور اخته کېږي.
ب وَتَوَلَّى .هغه چا چې خپل ځان يې محروم کړی په دې اور کې به ننوزي .هغوی
الَّذِي كَذَّ َ
چې تکذیب کړی دی مخکې مو وویل چې تکذیب یوازې زباني یا په ژبې نه دی .منظور يې
دادی چې عمالً يې دا خبرې نه دي منلي .په دې باور وه چې دا خبرې وړیا او موفتې دي! په
دنیا کې باید خوښي او ساعت تېري وکړي .سړي ته نه ښايي ځان د دنیا له خوندونو محروم
کړي .وَ َتوَلَّى .دې ډول تکذیب کوونکي حقیقت ته شا کړې ده« .تولّی» یعنې شا کول .یعنې نه
یوازې حقیقت ته يې مخه نه ده کړې ،بلکه له هغه يې مخ اړولی دی.
هغه چا چې په ژوندانه کې د تقوی د تمېدن او برېک په پرېښوولو ،او د ښېګڼو په تکذیب او
خلق ته په شا کولو يې ،د نفس کنټرول له السه ورکړی وي ،د خالق او خلق له یارۍ او
مرستې محروميږي او له صراط المستقیم څخه په انحراف او بې الرېتوب اور ته غورځي:
( لَأ يَصْلَاهَا اِلَّأ الْأَشْقَى الَّذِي كَذَّبَ وَ َتوَلَّى ).
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۲۵ــ په دې سورت کې الله تعالی څلور ځلې د متکلم مع الخیر په ضمیر «نا» خبره کړې چې
د تحولونو او اوښتونونو په لړ کې د ځواکونو ،نظامونو او بندګانو په نقش او حضور داللت
سنُيَسِرُ ُه ۹ځلې ،علّینا ،لَنا] او یوازې همدا یو مورد دی چې د خبرې د ګواښناکوالي
کوي [فَ َ
او تهدید وزمه والي له المله يې د متکلم وحده ضمیر کارولی دی چې اغېزناک او مؤثرتر
واقع شي .ددې سورت فعلونه ټول د نکره په بڼه راغلي دي چې یو لړ قانونمندۍ او واقعیتونه
څرګند کړي.
۲۲ــ شقاوت د سعادت په مقابل کې ،او شقي د سعید په مقابل کې دی .مساعدت مرسته او
مالتړ دی او مټ ته چې د انسان کمک کوونکی دی «ساعد» وايي .په مقابل لور کې ،له یارۍ
او مرستې څخه بې برخمنتیا ده .د «یصلی» مضارع فعل له داسې سرلېک سره یو ځای کېدل
او پرې اخته کېدل دي ،چې ماهیت يې د دنیا د پېژندل شوي اور په څېر نه دی او له زړونو
څرک وهي او راوځي .او د «نَاراُ» نکره راتلل يې ناپېژندوالی او دهغه ستروالی څرګندوي.
[همزه .] )۲۵۴: ۷( ۷
۲۹ــ تکذیب ،لکه د تصدیق په څېر ،په ژبني انکار نه خالصه کېږي ،که په ژبه د یو څیز ادعا
کوي چې عمل پرې نه کوي ،عمالً يې هغه تکذیب کړی دی .تر دې بتر هغه څه چې د اند
غور او تفکر د الرې تړل او مخ اړول او هغه څیز ته شا کول دي چې تکذیب کړی يې دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَسَيُجَنَّبُهَا الْأَتْقَى﴿﴾۲۷
()۲۳
او ژر به هغه څوک چې پرهېز کوي [او ځان ساتي ] له هغه [اوره] په ډډه کړای شي.
الَّذِي يُوْتِي مَالَهُ يَتَـزَ كَّى﴿﴾۲۵
()۲۴
هماغه چې [له بخل او خسیسوالي څخه] د ځان د پاکوالي لپاره خپله شتمني لګوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنَّبُهَا ا ْلأَتْقَى .ډېر ژر به له هاغه اوره «جانب» ونيسي،
د شقي برعکس سعید دی چې وَسَيُ َ
فاصله او واټن نيسي او اړخ ته کېږي .ښه او وړ سړی له هغو دریو صفتونو چې مخکې مو
وویل ورو ورو فاصله نیسي لکه د هغه محصل په څېر چې په درس ویلو او هڅې کولو يې پیل
کړی وي ،ورو له منفي جهتونو ،ناوړو او نا مطلوبو اثرونو او اغيزو واټن نيسي.
خو «اتقی» څوک دی؟ الَّذِى يُوْتِى مَالَهُ ،هفه څو چې له خپلو شتو او پانګې څخه نورو ته
ورکړه او بښل کوي او له بُخل ،امساک او شومتوب څخه ځان لېري ساتي .خو په کوم نیت؟
موږ ډېری وختونه خپلې پیسې مصرفوو او ورکړه کوو ددې لپاره چې د خير او سخي انسان
په توګه وپېژندل شو .د ریاکارۍ لپاره کېدی شي خپل جيب تش کړو .آیا داسې نه ده؟ ډېری
وختونه انسان څیزونه ورکوي چې له هغه بهتر السته راوړي .خو «أ تقی» مال ورکوي یوازې د
تزکیه لپاره؛ غواړي پاک شي .له څه شي پاک شي؟ په هماغه مال پورې له تړل کېدلو .د مال
له اسارت او تړاوه غواړي خپل ځان پاک کړي«.تزکیه» یعنې د ځان پاکول او ځان ته د ودې
او رشد اجازه ورکول.
په مخکینیو سورتونه کې مو اشاره کړې وه چې د غنم دانه چې کري ،که د هغې پرمخ ډیره
خاوره واچوي ،ورستېږي .خو که خاوره په اندازه وي ،کولی شي ،وده وکړی ،رشد وکړي.
زموږ په وجود کې هم قدسي دانه شته که موږ خپل تړاوونه او بندشونه لږکړو ،وده کوي .او
که خپل ځان ډېر بار کړو او که زړه مو ډېر زنګ نېولی وي ،له ودې او رشد پاتې کېږو .تزکیه
یعنې د ځان آزادول ،خالصول ،پورته راتلل.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۲۳ــ له هاغه ناپېژندل شوي اور څخه ځان ساتل او ډډه کول د همدغې عطا کولو ،بښلو ،تقوا
او د نېکېو د تصديقولو په توسه دی .په الندینیو آیتونو کې غور او پاملرنه وکړئ [ :آل عمران
... «: )۲۵۴:۳( ۲۵۴فَمَنْ زُحْزِحَ عَن النَّارِ َواُدْخِلَ ا ْلجَنَّ َة فَقَدْ فَازَ ]»...؛ [بقره : )۲۱:۹( ۲۱
ن يُعَمَّرَ« .]»....زَحْ ِز ح» ،اړخ ته کېدل او ډډه کول ،او
ب اَ ْ
ن الْعَذَا ِ
حزِحِ ِه مِ َ
هوَ بِمُزَ ْ
« ...وَمَا ُ
«مُزَحْ ِز ح» ډډه کوونکی دی .ددې کليمې ريښه «زَ حَّ» په بيړه ټېله کول یا مخې ته کشول دي او
تکرار يې «زَحْزِ ح» [ کبکب ،سلسل ،غلغل ،دبدبه او ]...شدت ،تېزي او سختي څرګندوي.
۲۴ــ زکات ،یو ډول خالصانه انفاق دی چې د دنیاپالنې له ککړتیاو د نفس د تزکیه او
سپېڅلتیا المل کيږي .د الله د وجهې اراده کول [تریدون وجه الله] په دې عمل کې په خالصې
انګېزې او د الهي هدف او موخې په درلودلو تأکید او ټينګار کوي چې په نورو سورتونو کې
يې هم ذکر شوی دی .له هغې جملې[ :بقره ،)۹۷۹:۹( ۹۷۹رعد ،)۹۹:۲۳( ۹۹انسان ۲
( ،)۲:۷۱او روم .])۳۲:۳۵( ۳۲
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَمَا لِأَحَدٍ عِنْدَهُ مِنْ نِعْمَةٍ تُجْزَى﴿﴾۲۲
او له هغه سره [د هغه د توحیدي باور پر بنسټ] د هیچا لپاره کوم نعمت نشته چې
[د انفاق په مقابل کې] بدله يې ورکول شي.
[= له هېچا سره د بدلې موندو په هوډ احسان نه كوي]
اِلَّأ ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِهِ الْأَعْلَى﴿﴾۹۵
[له خپل انفاقه هيڅ انګېزه نه لري] مګر د خپل اعلی پالونکي رب د مخ [= لور ،پاملرنه
()۲۴
[بلکې يوازېنۍ موخه يې د ستر پالونکي رب خوښي ده] او رضا] له لټون پرته.
وَلَسَوْفَ يَرْضَى﴿﴾۹۲
او په تحقیق سره ژر به راضي [او خوښ] شي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَمَا لِأَحَدٍ د هیچا او هیڅ یوکس لپاره نه دی .عِندَهُ د متقي په نزد ،مِن نِّعْمَةٍ ،هيڅ نعمت چې
تُجْزَى .جزا ورکړل شي .یعنې څه؟ یو مهال دی چې فکر کوو مثالً ژوند مې د فالني رئیس یا
وزير په الس کې دی ،نو باید تعظیم او درناوی يې وکړم او چاپلوسي او تملق ورته وکړم چې
ال دا یو چا ته بښم او انفاق
ښايی زړه يې السته راوړم او په کار کې مې پرمختګ وکړم؛ یا مث ً
ال د تمې سترګې هغه څه ته چې له نورو
کوم چې هغه فالنی څيز تالفي کړي ،خو متقي اص ً
سره دي نه لري چې له هغوی جزا او مکافات واخلي .نو د څه پسې دی؟ اِلَّأ ابْ ِتغَاء َوجْهِ رَبِهِ
الْأَعْلَى - .اِبتغاء یعنې غوښتل ،لټول .د متقي موخه او انګیزه له هغه کومکه چې نورو سره يې
کوي څه ده؟
موخه او هدف يې د «وجه رب» پلیوني او لټون دی؛ د «رب اعلی» وجه ده .او یوازې د خپل
اعلی پالونکي رب وجه [مخ ،لور] لټوي .د هر څیز «وجه» ،د هغه څیز هغه برخه ده چې
زموږ خواته مخه لري .د شا برخه خو يې موږ نه وینو « .د خدای وجه» باید څنګه معنا کړو؟
د خدای ذات خو موږ نه شو کولی وپېژنو .موږ یوازې د خدای صفتونه پېژندی شو .نو متقي
په کومه معنا د رب وجه لټوي؟ کوم کارونو چې کوي په څه مقصد او موخې پسې ځي؟ په څه
پسې دی چې خپل مال او شته نورو ته انفاق کوي او هیڅ توقع او د تمې سترګې هم نه لري؟
هغه یوازې په الهي صفتونو پسې دی .الله چون «وهاب» او بښونکی دی ،دا هم غواړي
وهاب اوسې .الله «کریم» دی ،دا هم غواړي «کرامت» څرګند کړي .الله «غني» دی ،دا هم
غواړي د الهي استغنا او بې نیازۍ مظهر اوسې .نه غواړي فقیر اوسې چې الس يې نورو ته
ونېول شي .الله تعالی «لطیف» دی ،دا هم غواړي نورو سره لطف وکړي .دغو صفتونو او
ال چا ته په څه
ارزښتونو پسې دی ،نه هغه منفعتونه او ګټې چې د خلکو په الس کې دي .اص ً
قایل نه دی چې هغوی ته تمه ولري .او هر څه چې خلک يې لري هغه نعمتونه ګڼي چې الله
هغوی ته ورکړي دي .قرآن وايي چې هيڅ وخت د هاغه څه هیله او ارزو مه کوئ چې نور يې
لري ،هر څه چې غواړئ له الله يې وغواړئ ،ځکه هر څه چې نور لري الله ورته بښلي دي.
نو ،ولې موږ هر څه چې غواړو مستقیما يې له الله ونه غواړو؟ د متقي له نظره ،که څوک یو
څه لري عاریه او پور دی او له الله يې اخېستی ،نو متقي د الله په لټه پسې ځي او د امید
سترګې يې هيچاته نه دي یوازې د الله په لور دي.
سوْفَ َيرْضَى .هغه به ډېر ژر راضي او خوښ شي .زموږ عمر
نو د متقي د کار نتیجه څه ده؟ وَلَ َ
«ډېر ژر» تېريږي .زموږ عمر د ابدیت او آخرت په وړاندې له یوې لحظې یا شېبې زیات نه دی
وَلَسَوْفَ او ډېر ژر به تېر شي .موږ ګومان کوو چې کلونه کلونه به عمر کوو او آخرت به دومره
ژر را نه شي .خو الله وايي ډېر ژر به دا جهان ترک کړئ .متقي به ډېر ژر راضي شي .د انسان
طبعه داده چې هر څه چې لري د خپل ځان لپاره يې وي .خو کله چې وغواړي هغه نورو ته
ورکړي ،په خپل ځان کې د ناراحتۍ احساس کوي .همدا راز دا يې طبعه ده چې هر کار يې
چې خوښ شي وکړي .مثالً دا يې خوښیږي چې سترګې ولوبئ .او که په خپل ځان د خطر
انګازه وکړي چې مه ګوره ،نفس يې ناراضي کېږي .یا زړه يې ډیر غواړي چې غیبت وکړي.
پوهېږئ چې غیبت څومره خوږ او خوندور دی! وايي غیبت مه کوه او د چا پسې شا خبرې مه
کوه یا ورته غوږ مه نیسه ،خو زړه يې غواړي غیبت وکړي یا ورته غوږ ونيسي .یا قهر او
غوسه يې نيسي او زړه يې غواړي توندې او سختې خبرې مخامخ لورته وکړي .وايي ځواب
يې ورکړم چې زړه مې یخ شي .غواړي چې زړه يې یخ شي .نو ،ځان ساتنه او د نفس د میل پر
خالف عمل کول موږ نا خوښ او ناراضي کوي .خو پالونکی رب موږ ته وايي دا نارضایتي
ګانې ښه ،خوږه او خوښوونکي پای لري او ته به ژر راضي شي؛ رضایت او واقعي خوښي به
پیدا کړې.
په دې ترتیب له هغه اوره چې تل غرغنډې لمبې کوي ،هغه چا چې وقایه او پوښ له ځانه تاو
کړی وي (اتقاء) او د نفس خوځنده ځواکونه يې د ډال تر شا پټ کړي وي ،ډېر ژر یو خواته
جنَّ ُبهَا الْأَتْقَی ) .دا هماغه کسان دي چې د مال په ایتاء او
کېږي او خپل ځان بچ ساتي (وَسَيُ َ
ورکړه (تزکیه) ،تل د نفس خوځنده ماشين له ککړتیاو پاکوي (الَّذِي يُوْتِي مَالَهُ يَتَ َزكَّى ) او په
نهايي مقصد کې الهي جزیلې جزا او اجر ته د رسېدو په هیله او مینه ،د نورو جزئي جزا او
اجر ته نه جذبیږي او د الرې فرعي جاذبو او کششونو ته نه تم کېږي (وَمَا لِأَحَدٍ عِنْدَهُ مِنْ نِعْمَةٍ
تُجْزَى ) او نورو ته د سترګو لرلو او د الرې څنډو ته د پاملرنې په ترک کولو یوازې د خپل
متعال پالونکي رب مخ (جهت) لټوي ( اِلَّأ ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِهِ الْأَعْلَى ) چې البته خپل نهايي
مقصد ته په رسېدو به راضي او خوښ شي (وَ َلسَوْفَ يَ ْرضَى ).
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نو ،لکه څنګه چې مو وليدل ،په دې سورت کې دوه الرې ښوول شوي دي .سورت د شپې او
ورځې په سوګند پیل شو .دوه مختلف څیزونه ،او بیا ورپسې د نر او ښځې [ذکر او انثی] په
اختالف سوګند ،چې هغه هم په دوو بڼو دي او د هغوی دواړو له ترکیبه خیر رامنځته کېږي؛
همدا راز د َذکَر او اُنثی له ترکیبه حیات او د شپې او ورځې له ترکيبه طبیعت .نو ،ښه والی او
بدوالی او خیر او شر باید له یو بله سره وي چې د هغوی له تضاده دنیا ځای پر ځای او په
ټیکاو پاتې شي .کیدی شي پوښتنه وشي چې ولې الله تعالی ټول څيزونه ښه نه دي خلق
کړي؟ ځواب يې دادی که بدو وجود نه درلودی ،ښو هم وجود نه پیدا کاوه .که شمر او یزید
نه وای ،امام حسین به هم د هغه په معنوي مفهوم موجود نه وه .د ښېګڼو تحقق له همدې
تضادونو سره دی .که شیطان نه وای پرښته توب به هم په داسې مفهوم نه وه .له شیطان پرته
به داسې کومې انګیزې وجود نه درلود چې یو څوک وغواړي ځان کمال ته ورسوي؛
ټول به په اتو ماتیک ډول په یو خط کې وی او په یو مسیر او تګالره به تلل .نو ،باید هم بدي
وي او هم ښېګڼه ،چې انسان د انتخاب امکان ولري .له همدغې انتخاب سره انسان
د مولوي په قول: جوړېږي.
خود دلیل اختیارست ای صنم این که گویی این کنم یا آن کنم
دا پخپله د اختیار دلیل دی یاره دا چې وايي دا وکړم یا هغه کړم
د ژوندانه په تضادونو کې پرېوتل او واقع کېدل دي چې انسان جوړوي .الهي مشیت پر دې
بنسټ قرار لري چې موږ د دغو دوو قطبونو تر منځ واقع شو چې وده وکړو او جوړشو.
هوکی ،الله کولی شو شیطان خلق نه کړي ،خو خلق يې کړ او تر قیامته پورې يې ورته وخت
او مهلت ورکړی دی .ځکه که هغه يې نه وای خلق کړی او مهلت يې نه وای ورکړی ،دا سمه
ده چې موږ به ټول جنتیان وای ،خو نه په خپل همت او هنر ،موږ به پخپله دې مقام ته نه وای
رسیدلی ،الله به جنتي کړی وای .لکه د هغه بېسواده محصل په څېر چې په سهمیه او ونډه
پوهنتون ته تللی وي ،له پوهنتون څخه به مو هم څه شی نه وی درک کړی .خو کله چې په
تضاد کې ځای پرځای کېږو ،هڅه کوو چې ښېګڼې په خپل ځان کې محقَّق او ريښتيني کړو او
له بدیو ځان وساتو .له سختیو سره د پېچلتوب مسئله د مقصود د ودې ،رشد او کمال لپاره
ډېره بنسټیزه ده او باید ډېره پاملرنه ورته وشي ،د اختیار او آزادۍ مسئله یوه ډېره مهمه مسئله
ده .موږ ټول د آزادۍ سره مینه لرو.
موږ ټول په دې پوهېږو چې د آزادۍ بحث زموږ د ولسونو او پرګنو تر منځ ډېر مطرح دی چې
په خپل ځای کی پلویان او مخالفین لري ځينې وايي چې له آزادۍ څخه خلک ناوړه استفاده
کوي او باید ولسونه تر کنټرول الندې وي او آزاد بحث ښه پایله نه لري دا سمه ده چې کوم
ولس چې کلونه کلونه تر استبداد او فشار الندې وي او له آزادۍ محروم وي ،کله چې ورته
تازه آزادي ورکول شي کېدی شي کله ناکله ترې ناوړه استفاده هم وشي یعنې عوارض هم
لري ،خو یو ماشوم چې د تللو چل زده کوي په ځلونو پر ځمکه پرېوځي او کله کله ژوبل هم
شي خو داسې باید ونه ویل شي چې پر ځمکه غورځېږي نو له تللو دې يې مخنېوی وشي.
ال دا الهي مشيت او غوښتنه ده .هغه مهال چې الله تعالی پرښتو ته خبر ورکوي چې غواړم
اص ً
سفِكُ
انسان خلق کړم ،هغوی په ډېرې حیرانتیا ورته وايي اَ َتجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَ يَ ْ
الدِّمَاء ( )۱آیا غواړې داسې موجود په ځمکه کې رامنځته کړې چې فساد او تباه کاري کوي او
ویني تویوي؟! نو الله تعالی هغوی ته ځواب ورکوي چې په کوم څیز چې زه پوهېږم تاسو نه
پوهېږئ .داسې نه وايي چې انسان به دا کار نه کوي .هغه څه څيز وه چې الله تعالی پرې
پوهېده او پرښت ې ترې غافلې وې؟ له دې پرته چې آزادي د آګاهۍ وسیله ده او له آزادۍ سره
انسان ،له اسماء څخه داسې پوهې او آزادۍ ته رسيږي چې له پرښتو هم اوچتې او پورته
درجې ته رسېږي؟ په ټوله کې له دې سورته د ژوندانه لپاره دا بنسټیزه زده کړه تر السه کوو.
صدق الله العلي العظيم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۲۴ــ د «وجه» ظاهري معنا د انسان څېره او مخ دی ،خو لکه څنګه چې هر څيز ته مخه کول ،
هغه څيز ته د زړه د مخې کولو نښه ده ،ددې کليمي باطني معنا هغه هدفونه ،موخې او
ارمانونه دي چې هغوی ته مخه کوو .د بېلګې په توګه هغه مهال چې ابراهیم (ع) ستورو،
سپوږمۍ او لمر ته په مخه کولو او د هغوی د افول او پټېدلو تر نندارې وروسته ،د هغوی
سمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ[ »..انعام
ت وَجْهِيَ لِلَّذِي َفطَرَ ال َّ
خالق ته مخه کړه ،ويې ویل « :اِنِّي وَجَّ ْه ُ
،])۷۲:۱( ۷۲مسلما د خپلې «وجه» متوجه کول ،هماغه د زړه لید او په ژوندانه کې د موخې
او هدف نېول دي .د «ابتغاء وجه الله» [د الله د وجه په لټه کې] او « یریدون وجه الله» [د الله
د وجه غوښتنه او اراده ] اصطالح ګانې چې په ځلونو په قرآن کې تکرار شوې دي [له هغې
جملې :بقره )۲۲۴:۹(۲۲۴او ،)۹۷۹:۹(۹۷۹رعد ،)۹۹:۲۳(۹۹روم )۳۵:۳۵(۳۵او ،۳۲
رحمن ،)۹۷:۴۴(۹۷انسان ،) ۱۷: ۲(۲او ]...هماغه الهي هدف او جهت دی چې مؤمن
ي لِلَّ ِه – ...آل
ورته مخه کوي .همدا راز د خپلې وجهې تسلیمول الله ته دي [َ ...اسْلَمْتُ وَجْهِ َ
عمران .])۹۵:۳( ۹۵دا چې په قرآن کې ویل شوي په قیامت کې به ځېنې کسان له خپلې وجه
سره په اور کې غورځېږي ،منظور يې هماغه هدفونه دي چې ورته يې مخه کړې ده [له هغې
جملې :اسراء ،)۲۷:۲۷( ۲۷فرقان ،)۳۴:۹۴( ۳۴قمر .])۴۵:۴۴( ۴۵
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
)۲البقره (۹/ )۹
)۹النمل ( ۲او ۹۷/)۹
)۳لقمان ( ۲او ۳۲/)۹
)۴النحل (۲۱/)۵۲
)۴البقره (۹/)۹۴۱
)۱البقره (۹/)۳۵