Professional Documents
Culture Documents
ـ ۸۸ د غاشیه سورت تفسیر د احمد حسین عنایت ژباړه او څېړنه
ـ ۸۸ د غاشیه سورت تفسیر د احمد حسین عنایت ژباړه او څېړنه
ـ ۸۸ د غاشیه سورت تفسیر د احمد حسین عنایت ژباړه او څېړنه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ ال َّرحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عَامِلَةٌ نَاصِبَةٌ ﴿﴾۳
( )۴
[د دنیوي باطلو موخو په تګالره] ستړي ستومانه او شړیدلي هڅه کوونکي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
صبَةٌ له «نصب»
عَامِلَةٌ نَّاصِبَ ٌة .عَامِلَ ٌة وصف دی او د «عمل» له کلمې اخېستل شوی .او نَّا ِ
څخه د سختۍ ،ربړ او رنځ په معنا ده .یعنې هغه څوک چې یو عمر يې بې پاېلې له ربړه ډک
او عبث کار کړی ،یو عمر يې زیار ګاللی او هڅه يې کړې ،په هغه ورځ ويني چې هغو ټولو
په زړه پورې پایله نه درلوده او یوازې خپل ځان يې دسر په درد اخته کړی دی .دهغه چا په
څېر دی چې یو عمر په ناسمه ،عوضي او بله الر تللی؛ بې پایلې کوښښ يې کړی او اوبه يې
په چټو کې ټکولي دي .بې خاصیته او بې نتيجې يې عمر توی او له منځه وړی دی او نن
ورځ (د قیامت او بېا پاڅون ورځ) بې له سرټيټۍ ،ربړ او رنځ يې بل کوم حاصل السته نه
دی را وړی .حضرت علي (رض) د روژه تیانو په اړه یو تعبیرلري ،فر مايي :ځېنې روژه تېان
له خپلې روژې څخه بې له لوږې ،تندې او د شپې له بېخوبۍ هيڅ حاصل او برخه السته نه
س لَهُ مِنْ قِيَامِهِ
ع وَ الظَّمَاُ وَ كَمْ مِنْ قَائِمٍ لَيْ َ
ن صِيَامِهِ اِلَّإ ا ْلجُو ُ
راوړي :كَمْ مِنْ صَا ِئمٍ َليْسَ لَهُ مِ ْ
اِلَّإ السَّ َهرُ َو الْ َعنَاءُ )۸( .یعنې په ظاهري او فزیکي توګه یو کار سرته رسوي ،خو له هغه کوم
حاصل او ګټه السته نه راوړي .په پښو ودرېږي ( د بېلګې په توګه لمانځه کې ) خو له دغه
ودرېدو بې له ستړیا او ربړ کومه ګټه السته نه راوړي .حاصل يې د رمضان له روژې یوازې
یوه مېاشت لوږه او بېخوبي او د خوب او خوراک د مهالونو تغیر او ګډوډیدل دي .قرآن
وايي د یو شمېر کسانو ژوند اصالً په همدغه ډول دی .په یوه آیت کې ډېره په زړه پورې
تشبیه لري وايي :والَّذِينَ كَفَرُواْ هغه کسان چې د هغه ربوبیت او د هغه نظام چې عین الهي
تدبیر دی ،او دا چې باید د هغه اطاعت او تربیت ته غاړه کېږدي نالېدلي نيسي ــ «کفر» یعنې
نالیدلي ګڼل او ځان ناګاره نېول .د بېلګې په توګه هغه څوک چې په یو هېواد کې ژوند کوي،
خو قوانينو او مقرراتو ته يې پاملرنه نه کوي او غواړي چې هرډول چې يې زړه غواړي ژوند
وکړي ــ هغه څوک چې په دې نړۍ کې ،چې د خدای مُلک دی ،د هغه ربوبیت ناليدلی
وګڼي کار به يې تر کومه ځایه ورسيږي او کړنې به يې څه کیفیت ولري؟ قرآن له یوې تشبیه
سرَابٍ بِقِيعَ ٍة يَحْسَ ُبهُ الظَّمْآنُ
سره څرګندوي چې کړنې او اعمال يې څه ډول دي :اَعْمَالُهُمْ كَ َ
مَاء حَتَّى اِذَا جَاءهُ َلمْ َيجِدْهُ شَيْئًا .د دې کسانو کړنې او کردار لکه د سراب په څېر دي.
«بقیعه» هغه سراب دی چې په بیابان او دښتو کې سترګو ته څرګندېږي او تږی هغه اوبه
ګڼي .په اوړي کې کله چې تودوخه او حرارت ډېر زیات دی ،په ځانګړې توګه په دښته او
سارا کې ،سړی تل داسې احساس کوي چې د هغه سره په نږدې واټن کې د اوبو پاڼ یا ډنډ
څپې وهي .دغې توهم او فرېب ته سراب وايي .هغه چې د اوبو حوض ګڼل کيږي د ځمکې
د رطوبت له تبخیر څخه غیر نور هيڅ نه دي او هغه بخارونه چې د لمر د وړانګو د لګېدو له
اغېزه د ځمکې له سطحې پورته کیږي ،خو څرنګه چې له لېرې يې ووينو او بخارونه په یو
په بل پسې او ټپک شوي ووينو ،داسې احساس کوو چې د اوبو چينه یا ډنډ دی .او هر
څومره چې مخکې والړ شو ،هغه هم په هماغه اندازه له مونږ لېرې ځي .دا په حقیقت کې
زمونږ د سترګو خطا ده .وايي بِقِيعَ ٍة يَحْسَ ُبهُ الظَّمْآنُ مَاء کړنې يې هماغه یو سراب دی چې
تږی سړی خیال کوي اوبه دي .حَتَّى ِاذَا جَاءهُ ،او کله چې هغې ته رسيږي ،لَ ْم يَجِدْهُ شَ ْيئًا،
هيڅ څيز نه مومي ،وَ َوجَدَ اللَّ َه عِندَهُ او د اوبو پر ځای ،خدای هلته مومي ،یعنې دې حقیقت
ته رسيږي چې هغه څه يې چې ګڼلي وو هيڅ نشته بې له خدایه ،چې هم هلته د خپلو کړنو
حساب ته رسيږي او نتيجه يې تمام او کمال هغه ته ورکوي .وَال َّلهُ سَرِيعُ ا ْلحِسَابِ )۲(.او
الله تعالی د حساب رسېدلو ته ډېر سرېع او ګړندی دی ،نه دا چې دکړنو او عمل کیفر او سزا
يې قیامت ته پرېږدي .هر څوک چې هر کار کوي هماغه وخت د خپل عمل نتیجه د خپل
وجود په ذراتو کې اخلي .لکه څنګه چې مونږ هره غذا خورو ،که ښه وي او که بده وي،
هماغه د خوړلو پر مهال به يې حساب زمونږ له بدن او نفس سره وشي .زمونږ نورې کړنې او
کردارونه هم په همدې ډول دي .په هر حال زمونږ په ژوندانه کې زمونږ ډیر عملونه او کړنې
سم دم لکه د هماغه سراب په څېر دي .هغه څوک چې د شهوتونو پسې دی او ګومان کوي
چې که هغه ته ورسېږي تنده به يې له منځه والړه شي ،کله چې ورورسېږي ويني چې دا هغه
څیز نه دی چې يې غوښته او بیا د بلې غوښتنې پسې ځي او په همدې ډول د عمر تر پایه.
ټول عمر تل د خیالونو او هوی او هوس پسې ځي او په هيڅ یو هم نه راضي کيږي او نه يې
پرې تسل کيږي .تر هغه پورې چې ورته نه دی رسېدلی ،فکر کوي هماغه يې ایډیال دی،
خو کله چې ورته ورسيږي ويني چې دا هغه څیز چې يې غوښته نه دی .او بیا ځلې بله برنامه
او بل ایډیال .د همدې آیت پسې دا تشبیه راغلې ده:
حرٍ لُّجِيٍّ چې د همدغه سړي بل انځور دی چې ته به وايي په ژور او عمیق
ت فِي بَ ْ
اَوْ كَظُلُمَا ٍ
حرٍ لُّجِيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِن َفوْ ِقهِ َموْجٌ موج او څپې د موجونو
دریاب کې غرق شوی دی .فِي بَ ْ
او څپو له پاسه ،له ډاروونکو څپو سره توپان او موج د موج دپاسه همدا ډول یو دبل پرمخ.
خ َرجَ
سحَابٌ ظُلُمَاتٌ .او د دغو موجونو د پاسه هم تېارې دي یو د بل په سرِ .اذَا اَ ْ
مِن َفوْقِهِ َ
يَدَهُ .که خپل الس له اوبو را وباسي ،لَمْ َيکَدْ يَرَاهَا نه شي کولی هغه وویني .یعنې تر دې
بریده په تیارو ،ګمراهۍ او ضاللت کې غرق او ډوب شوي دي .لَّ ْم يَجْعَلِ اللَّهُ َلهُ نُورًا فَمَا َلهُ
مِن نُّورٍ )۱۲(.او هغه چا ته چې الله نور نه وي ټاکلی هغه هيڅ نور نه لري .ناروا او
غیرنوراني کړنې او چلند به هم ناسمې او نامطلوبه پایلې ولري .دا دوه تمثیله ،چې په یوه کې
د سړي ناسم او نه ښایدونکي کردار ،په یوه دښته او سارا کې د هغه سراب [اوب انځور]
سره پرتله شوی چې هيڅ واقعیت او رښتینولي پکې نشته او انسان هر څومره چې ورپسې
ځي هغه ته نه رسيږي او په دویم کې انسان د یوه غرق شوي په څیر ګڼل شوی چې په خپله
ګمراهۍ او بې الرېتوب کې داسې غرق او ډوب شوی چې بل هیڅوک هغه نه شي ژغورلی
او په دې اندازه په فسق او فجور کې ننوتی او ډوب تللی چې هيڅ داسې نور په هغه کې نشته
چې د هغه ژغورونکی اوسي ،دا دواړه د ګمراه او بې الرې انسان باطن او دنننی پټ وجود
انځوروي چې په قیامت کې به څرګندېږي .د هغو کسانو د دنیا یو انځور دی چې په ناسمه
او باطله الر ځي چې په پایله کې ورته هیڅ ښېګڼه نه لري.
عَامِلَةٌ نَّاصِبَ ٌة .دوی به له دغو کړنو له رنځ او درد پرته هيڅ ګټه او السته راوړنه ونه لري .په
دې اړه په قران کې ډېرې بيلګې راغلې دي .لکه په یو ځای کې وايي چې د دوي ناسمې کړنې
كسَبَ سَيِئَةً .هو ،هر څوک چې بد او ناسم کار
د دوي ټول وجود نیسي او پوښي :بَلَى مَن َ
خطِيئَتُهُ او د هغه دکړنو خطاوالی او بدوالی تر هغه چاپېره راتاويږي او
وکړي وَاَحَاطَتْ بِهِ َ
ب النَّارِ( )۱۱او خپل وجود يې دوزخي کړی دی ،ځکه
ټول وجود يې پوښي ،فَاُوْلَئِكَ َاصْحَا ُ
چې ګناه د هغه ټول وجود رانغاړلی دی؛ لکه د سرطان په څېر چې په ټول بدن کې ريښه
وځغلوي او وجود سرطاني کړي .ښویدنه او خطا دغه راز انسان رانغاړي .بېا په یو بل تعبیر
کې وايې :اِنَّا اَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا اَحَاطَ ِبهِ ْم سُرَادِقُهَا ()۱۶
هغه څوک چې ظلم او ربړونه کوی ،سم دم د هغه چا په څېر چې پردې او پوښونه ترې راتاو
شوي وي ،ځور او ستم د هغه ټول وجود پوښي .داسې یو څوک به په آخرت کې هم په
غاشيه کې اخته او نېول کيږي چې ټول وجود به يې وپوښي .هیر مو نه شي چې آخرت لکه د
یوې دانې د حاصل په څېر دی چې په ځمکه کې يې کري .دا دانه زمونږ دکړنو او عمل یوه
دانه ده .هره یوه دانه د هاغه ځواکونو او الملونو سره چې پکې اېښودل شوي دي ،وده او
پالنه مومي او په یوه له باره ډکې او حاصل ورکوونکي ونې بدليږي چې میوه يې یا خوږه ده
یا ترخه ده .ترخه دانه په هر حالت او شرایطو کې ترخه مېوه ورکوي او خوږه دانه خوږه مېوه
ورکوي .دا توپير د هر یو کس په وجودي بنسټ او توخم کې شته .په بل ځای کې وايې:
وَمِن َفوْقِ ِهمْ غَوَاشٍّ ( )۱۳غواش یعنې پوښونه .دا ډول کلمې او اصطالح ګانې په قرآن کې
ډیرې کارول شوي دي.
ن .يَغْشَى النَّاسَ هَذَا عَذَابٌ اَلِيمٌ)۱۴( .
یا وايي :فَارْتَقِبْ َيوْمَ تَ ْاتِي السَّمَاء بِدُخَانٍ مُّبِي ٍّ
د هغې ورځې په اړه محتاط اوسه ،یا د هغه مهال په انتظار کې اوسه ،چې آسمان څرګند
لوګی راوړي چې ټول خلک په خپل ځان کې ونغاړي او هغوي ووايي دا یو دردناک او
ربړوونکی عذاب دی .دلته هم يَغْشَى وايي ،چې له«غاشیه» سره هم ريښه دی .هغه کسان
چې ظلم او ستم د هغوی پر وجود خپورشوی او ټول وجود يې نېولی او ظلم او ستم يې
ذاتي شوی دی د هغوی عذاب دباندینی نه دی او له دننه څخه به په هغوی خپور شي.او
«عذاب»یعنې له خیر او برکت څخه محرومیت.کله چې دانه له ودې پاتې شوه ،ونه غوړیده
او پالنه يې ونه شوه ،ورستیږی ،فاسدیږي ،او له منځه ځي .نو د هغې عذاب له ودې او
غوړیدا څخه محرومیت دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۴ــ «عامِل» فاعل [کړند] اسم دی چې د«وجوه» د مکسرې جمعې له امله يې ،د مجازي
تأنيث تاء « عَامِ َلةٌ» اخېستې دهَ« .ناصِبَةٌ» [د ناصب مجازي مؤنث] هم یو انساني صفت دی
چې د مادي ژوند په سرابونو کې له یو عمر هڅو او کوښښونو سره ،په پایله کې له ستړیا او
شړېدلو او د عمر له تباه کولو پرته يې هيڅ کوم حاصل السته نه دی راوړی .د نور په سورت
کې دوه تمثیلي انځورونه د حقیقت د منکرانو له کړنو او ژوند ،د ژوندانه په دښته او سارا او
د ژوندانه په دریاب کې وړاندې شوي دي؛ په لومړنۍ بېلګه کې په تودې او سوځنده دښته کې
یو تږی مسافر چې په سراب د اوبو ګومان کوي انځور شوی دی چې په پایله کې د خپلو
باطلو اندونو او ګومانونو پوچوالي او د خپلو کړنو حقیقت او حساب ته رسيږي .په دویمه
بېلګه کې ،په ژور سيند کې د یوې ماتې شوې کښتۍ ډوبېدل په تیاره شپه کې څرګندوي چې
پرله پسې څپې او د هغې له پاسه ټينګه ورېځ په اوبو کې د ډوب شوي لپاره د ژغورونکي
الس له ليدلو مخنېوی کوي.
نه امیدم مانده نه خوف و نه یأس» [مثنوي مولوي، «شب شکسته کشتی فهم وحواس
تا ز چه پُر کند بفرستدم » « برده در دریای رحمت ایزدم دفتر ،۲بیت ] ۶۳۳۱
ب بِقِيعَ ٍة َيحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّى
سرَا ٍ
عمَالُهُمْ كَ َ
نور )۳۲:۶۴( ۳۲او ۴۲ـــ « وَالَّذِينَ كَ َفرُوا اَ ْ
حسَابِ ()۳۲
سرِيعُ الْ ِ
اِذَا جَاءَهُ َلمْ َيجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّ َه عِنْدَهُ َفوَفَّا ُه حِسَابَهُ وَاللَّهُ َ
ت بَ ْعضُهَا َف ْوقَ
سحَابٌ ظُلُمَا ٌ
ن فَ ْوقِهِ َ
حرٍ لُجِيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِنْ َف ْوقِهِ َموْجٌ مِ ْ
ت فِي بَ ْ
اَوْ كَظُلُمَا ٍ
خرَجَ يَدَهُ َلمْ يَکَدْ يَرَاهَا وَ َمنْ لَ ْم يَجْ َعلِ اللَّ ُه لَهُ نُورًا فَمَا لَ ُه ِمنْ نُو ٍر ()۴۲
ض ِاذَا اَ ْ
بَعْ ٍّ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تَصْلَى نَارًا حَامِيَةً ﴿﴾۴
()۵
[د سرلیک سوزه کړنو په سرته رسولو به] سوځنده اورته ورننوځي.
[د خپل بدچلند او ستم له اغېزې]
تُسْقَى مِنْ عَيْنٍّ آنِيَةٍ ﴿﴾۵
[په پایله کې په دنیوي سرابونو کې له هوی او هوس څخه له تندې سیراب کېدلو ته]
()۲
د خوټېدونکې چيني اوبه ورڅښل كېږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تَصْلَى نَارًا حَامِيَةً .هغه چا چې خپل ژوند په ټوله کې په ربړونه او ځورونه تېر کړی او د خپلو
چارو له پای ناخبره دی .او یا يې عمر هسې فضول له السه ورکړی تَصْلَى نَارًا حَامِيَةً .داسې
اور به څکي چې ډیر سوځوونکی دی .تُسْقَى مِنْ عَيْنٍّ آنِيَةٍ .له تودو او ځوښناکو خوټېدونکو
چينو به په هغوی وڅښولی شي .پاملرنه وکړئ :کوم نومونه يې چې راړي ټول د نکره په بڼه
دي ،لکه نَارًا او آنِ َيةٍ ،یعنې دا نه مشخص کوي چې د دوی ماهیت دقیقاً څه شی دی او د
تمثیل او تشبیه په ژبه ویل کیږي؛ لکه کله چې وايي هیڅوک نه پوهيږي هغه وعدې چې الله
د جنت لپاره ورکړې دي څه څیز دی؛ هغه انعام او اجر چې د سترګو روښنايي ده :فَلَا تَعْ َلمُ
نَفْسٌ مَّا اُخْفِيَ لَهُم مِن قُرَّةِ اَعْيُنٍّ ()۱۵هیڅ یو نفس نشې کولی هغوي درک کړي او پرې پوه
شي .لکه د مور په رحم کې جنین ته دا کیدونې نه ده چې له رحم څخه دباندې واقعیت درک
کړي .مونږ هم د بلې دنیا له مطالبو څخه یوازې د تشبیه او تمثیل په ژبه یو څه درک کولی
شو .قرآن تل وايي چې له جنت او جهنم یوازې مثال راوړي :مَّثَلُ الْجَنَّ ِة الَّتِي ُوعِدَ الْمُتَّقُونَ
( )۱۲د هغه جنت مَثَل چې متقیانو ته يې وعده ورکړل شوې ده .مثال دی ددې لپاره چې بو
څه يې پوهې او درک ته نږدې شئ .یعنې دا ټول د قرآن آیات متشابهات [متشابه آیتونه]
دي .د قرآن اساسي او بنسټیزه برخه آیات محکمات دي چې په هغوی کې ځرګنده ،روښانه،
دقیقه او مشخصه خبره شوې؛ لکه د امر او نهي آیتونه یا ډیر آیتونه د طبیعت په اړه ،له هغې
جملې آسمانونه او ځمکه؛ یا ایماني حقیقتونه؛ خو هغه آیتونه چې د داسې راتلونکې په اړه
دي چې ال نه ده راغلي او مونږ ال تر اوسه هغې ته وارد شوي نه یو او د دنیا له رَحِم څخه مو
پښه باهر نه ده ايښې او بل زیږون مو نه دی موندلی او له نشې يې ناخبره یو د تشبیه په ژبه
دي .په واقعیت کې ،هر هغه څه چې له دې وروسته په دې سورت کې لولو کابو ټول يې د
تشبیه په ژبه دی ــ په داسې ژبه د یوزر او څلورسوه کاله مخکې عربانو له پاره چې نه يې
کتاب لوستی وو او نه يې درک او پوهه درلوده .له هغو سره خبره په داسې څيزونو ناظره ده
او پاملرنه کوي چې د هغوی لپاره د ذوقیاتو په ډله کې دي .اوس نو کیدای شي څوک ووايي
چې ولې د هغوی په ژبه؟ ولې يې زمونږ په ژبه نه دې ویلي؟ زمونږ په ژبه يې که هم ویلی
وای ،بیا به هم انسانانو مثالً سل کاله وروسته به يې تعجب کولی چې دا خبرې یعنې څه؟ له
هغه سل کاله وروسته به يې هم د هغوي له ژبې تعجب کاوه .نو بناپر دې ،اصل دا دی چې
پوه شو پیغام څه دی او هغه ترې واخلو او که نه نو دا خو ټوله د تمثيل ژبه ده.
«تَسقی» فاعل يې په خپل ځان کې دی او مشخص دی ،خو تُسقی مجهول فعل دی ،یعنې
فاعل يې معلوم نه دی .لکه داسې چې ووایو « تاسو کولی شئ دا غذا وخورئ» یعنې خوړل
يې ستاسو په خپله خوښه او انتخاب دي؛ تاسو پخپله د هغه خوړلو ته تصمیم نیسئ ،خو
کله مو چې وخوړله ،نو بیا نتیجه او پایله يې ستاسو په اختیار او واک کې نه ده .که فاسده
غذا مو وخوړه ،د زړه درد او د سردرد او کوم مسمومیت چې پیدا کوئ ستاسو له اختیاره
وتلی دی« .تَسقی» نور نشته ،تُسقی دی .هغه چا چې په خپله خوښه او اراده په نړۍ کې اور
اچولی دی او خپل وجود يې اوریز [سور اور] کړی دی ،فاسد کړی ،مسموم کړی ،اوس نو
پایله يې هم اور دی .سم دم لکه د هغه سړي په څېر چې بې حسابه خوري او کچې ته يې د
مثال په توګه د وينې غوړو او قند ته يې او د الله تعالی ټولو هغو قوانينو ته چې په طبیعت او
د هغه په جسم کې دي پاملرنه نه کوي .ښه نو ،طبیعتاً دا ډول غذا خوړل د هغه په جسم کې
بدې اغيزې پريږدي او ستونزې ورته پیداکوي .دا نو اوس د ظاهري تغذيي په اړه دی؛ خو د
روحې او رواني او باطني تغذيي په اړه هم دا حکم صادق دی .تُسْقَى مِنْ عَيْنٍّ آنِ َيةٍ .له تودې
ځوښناکې چينې په هغه څښول کيږي .او دا هم یوه له هغو تشبیه ګانو ده .د انسان ژوند هم
لکه د لښتي او چينې په څېر بهیږي او جاري دی او انسان له هغې څښي .خو دا څه ډول اوبه
دي چې يې څښي؟ هغه به یوه ورځ وويني چې تودې او سوځوونکې اوبه يې څښلې.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ی» څخه ،مالزمت له عمل سره او له هغه سره یو ځای کېدل
صلَ َ
صلَی» له « َ
۵ــ «تَ ْ
څرګندوي .که له اور سره تودیدلو ته «اصطالء» ویل شوي [قصص ،])۶۲:۶۸( ۶۲په بدن
کې د تودوخې ننوتل څرګندوي چې په نژدې والي او مخامخ واقع کیدو کې د ارادي جذب
اوانجذاب پایله څرګندوي.
له یوې خوا د سود او رباخوړل [بقره ،])۶۵۵:۶(۶۵۵د یتیم مال خوړل[نساء ،])۱۲:۴(۱۲
د دین ډوډۍ د دنیا له دکانه خوړل [بقره ،)۱۵۴:۶(۱۵توبه )۳۴:۲( ۳۴او ]۳۵د قرآن په
تعبیر ،د اور خوړل دي چې په آخرت کې لمبه کيږي او ستمګاران رانغاړي د « َتصْلَى نَارًا
حَامِيَةً» جمله د دنیا پالو راټولېدل د هغو موخو او کړنو په چايېریال کې مطرح کوي لکه د
اور په شاوخوا راټولېدل ،له هغه سره یو ځای او هم غاړي کيږي.
۲ــ د مرحوم طالقاني په وینا َ «:تصْلَی [معلوم فعل] پر دې داللت کوي چې [هغوی] په
خپله خوښه او اختیار ،یو اور بلوي او پکې ننوځي .او له «تُسْقَی» [مجهول فعل] داسې
برېښي چې پر هغوی پرته له خوښې او اختیار خوټېدونکې او ځوښانې اوبه څښول کېږي.
لکه څنګه چې هر یو له حقه منکر ګنهګار لومړی په خپله خوښه او اختیار او هڅه د کفر او
ګناه لور ته ځي او د خپل اند او هاند په تکرار او ټینګار ،د دوزخ سون توکي برابروي ،یا
پخپله د هغه سون توکی شي ،هغه مهال د خپل کوښښ او محصول محکوم شي ،ورپسې د
کفر له غاشیه ګانو ...او د بې بنده غريزو له سرچينو او د شهوتونو او کينو او عقدو له
چاودنې اېشنده سېالب راخوټيږي چې د دردونو د تسکين او ارامولو پر ځای ...د
استعدادونو او وړتباو ريښې او انساني ډالۍ سوځوي»
[پرتوي از قرآن د غاشیه سورت تفسیر ۳۲مخ].
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لَيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ اِلَّإ مِنْ ضَرِيعٍ ﴿﴾۲
د هغوی لپاره خواړه پرته له ضریع [= خواره ترخه بدبویه له اغزن بوټي یا هره بد خونده
()۵
غذا] نه شته.
لَإ يُسْمِنُ وَلَإ يُغْنِي مِنْ جُوعٍ ﴿﴾۵
[داسې خواړه چې] نه څوربوي او نه [ګېډه] له لوږې مړوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ضرِيعٍ .د دوی لپاره به کوم طعام او خواړه نه وي مګر له «ضریع».
لَّيْسَ لَ ُهمْ طَعَامٌ اِلَّإ مِن َ
«ضریع» د یوې ګیاه نوم دی چې هيڅ خاصیت نه لري .قرآن پخپله په دې اړه توضیح ورکړې
چې ضریع یعنې څه؟:لَإ يُسْمِنُ وَلَإ يُغْنِي مِن جُوعٍ.هغه ضریع چې خوري ،نه يې په بدن کې
جذبېږي او نه يې څوربوي ــ يُسْمِنُ له «سَمَن» څخه د څوربوالي او چاغوالي په معنا دی نه
له هغه خوراک وجود ته ګټه رسېږي او نه يې د لوږې مخه نيسي .ځينې غذاګانې ګټورې دي
او بدن ته جذبیږي،خو ځينې غذاګانې که څه هم نه فربه کوي او نه څوربوي اوبدن ته ګټورې
نه دي ،لږ تر لږه لوږه له منځه وړي ،خو دا طعام نه بدن ته جذبیږي او نه لوږه لېرې کوي.
اوس ،دا کسان په دنیا کې په څه ډول تغذیو پسې دي؟منظور يې ظاهري تغذیه نه ده .یعنې د
هغوي روح له داسې څيزونو تغذیه کوله چې هغوي يې نه فربه کول .دا د «فربه» اصطالح د
مولوي په مثنوي کې ډیره کارول شویده .ښه کوم څيزونه انسان فربه کوي او څوربوي؟
البته نه ظاهري چاغیدل او په واقعیت کې پړسېدل ،بلکه کوم څیزونه دي چې د سړي وجود
فربه او څوربوي او دهغه د سالمتۍ او روغتیا المل کيږي .که د جسم چاغوالی ښه نه دی ،د
روح او روان او شخصیت فربهي او څوربوالی یو ښه څیز دی .په دنیا کې د دوي روحي
تغذیي هغوی نه فربه کول او نه يې رشد او وده ورکوله نه يې د هغوي د شخصیت پالنه
کوله،ان تر دې چې دهغوي همغه دنیوي اړتیاوې يې حقیقتاً نه رفع کولې .ټول يې سراب و،
ټول يې پوچ وو.
مولوي په مثنوي کې ددې تغذیيو په اړه په زړه پورې وینا لري .وايي:
«چون کسی کو از مرض گِل داشت دوست» «گر چه پندارد که آن خود قوت اوست».
یو څوک د بیمارۍ له امله د خټې او خاورو خوړل خوښوي ،خو خیال او ګومان کوي چې
غذا او قوت يې خټې دی.
«قوت اصلی را فراموش کرده است» «روی در قوت مرض آورده است» اصلي ځواک يې
هير کړی دی خو د مرض له امله يې د خټو خوړلو ته اړتیا پیدا کړې ده .دا هم باید هېر نه
کړو چې په پخوانیو مهالونو کې خلکو داسې فکر کاوه چې د خټو خوړل د ډیرو ناروغیو
«قوت حیوانی مر او را ناسزاست». درمل دی« .قوت اصلی بشر نور خداست»
اصلي قوت او هغه څه چې زمونږ ځان باید له هغه تغذیه وکړي او زمونږ د روح غذا ده د
خدای نور دی؛ زمونږ د اړیکو درلودل د حق او حقیقت سره دي .نه د څارویو په څیر چې
پرته له څرېدلو او له ګيډې ډکولو بل کار نه کوي.دا د څارویو او ځناورو عالم زمونږ سره نه
ښايي او زمونږ وړ نه دی.
کو غذای والسماء ذاتِ الحُبُک» چرته ده هغه سبُک
«روی زرد و پای سست و دل َ
آسماني غذا چې کله درته ونه رسيږي مخ دې زیړ ،زړه دې رنځور او د ارادې پښې دې د
ژوندانه په هوډونو کې سستې شي؟
«آن غذای خاصگان دولت است خوردن آن بیگلو و آلت است» د هغې روحاني غذا
خوړل نه ستونی غواړي او نه هغه په قاب کې و باسي او نه د خوړلو وسیلو او توکو ته اړتیا
شته ــ هغه غذا چې په قرآن کې يې نوم په ځلونو یاد شوی .مونږ هر مهال چې د غذا نوم
اورو ،زمونږ ذهن د هغو غذاګانو لور ته ځي چې معوالً هره ورځ يې خورو او بل ډول
مر حسود و دیو را غذاګانې اصالً زمونږ فکر ته نه راځي« .شد غذای آفتاب از نور عرش
از دود فرش» ځينې لکه د لمر په څېر دي او مخينه او پاملرنه يې د هستۍ لمر ته ده او د هغه
له نوره خوري؛ او ځېنې هم د فرش له لوګي او ځمکې او خاورې چې تر پښو الندې يې دي
تغذیه کوي .په بله وینا ،یو خپله روزي له آسمانه اخلي او بل له خاورو« .در شهیدان
«یُرزَقون» فرمود حق ــ آن غذا را نه دهان بُد نه طبق» په قرآن کې راغلي چې شهیدان د
خدای په نزد روزي خوري .خو هغه څه ډول رزق دی؟ هلته خو کومه غذا نشته چې په
لوښي کې يې کېږدي.د «غذا» دا مفهوم چې زمونږ عارفانو ویلی دی ډیر زیات په زړه پورې
دی .د خبرې د لنډون لپاره یوازې څو بیتونه چې زمونږ موضوع پورې اړه لري دلته راوړو:
دل ز هر علمی صفایی میبرد» سړی له هر هغه څه «دل ز هر یاری غذایی میخورد
څخه چې یار او معشوق او په ژوندانه کې يې موخه او مطلوب وي خپله روحي تغذیه کوي:
لکه څرنګه چې له هر علم او پوهې سره يې وجود صفايي پیدا کوي او صافي کيږي« .از
لقای هر کسی چیزی خوری» «وز قِران هر قرین چیزی بری» د هر چا له مالقاته سړی یو څه
وړي«.قرین»یعنې دوست او هم ناستی او مل.له هر قرین سره چې نږدې شې یعنې هر قرین
سره چې قِران وکړې او مقارن يې شې له هر چاسره چې ملګرتوب وکړې ،یو څه له هغه
اخلې« .چون قرانِ مرد و زن زاید بشر» «وز قران سنگ و آهن شد شرر» .نارینه او ښځه
چې سره نږدې شي او یو ځای شي نو ماشوم ترې زيږيږي او نوی بشر نړۍ ته سترګې
پرانيزي .او تیږه او اوسپنه چې په یو بل ولګيږي د اور سپرغۍ ترې پیدا شي .یعنې ځېنې
زوکړه او ولد او د مثل تولید مثبته نتیجه لیږدوي او ځېنې له هغوي هم ،لکه د تېږې او
اوسپنې لګېدل ،د اور سپرغۍ لېږدوي .خو «وز قران خاک با بارانها» «میوهها و سبزه و
ریحانها» د اوبو او خاورې قِران او يو ځای والي په طبیعت کې بې شمېره ډولونه پیدا کړي
او تنوع يې منځته راوړې ده« .وز قِران سبزهها با آدمی» «دل خوشی و بیغمی و خرمی».
د انسان د باغ او بڼ له ليدلو او د چمن او ګل له نندارې څه زيږېږي؟ د زړه خوښي او بې
غمي ،تازه والی او ښېرازي« .وز قِران خرمی با جان ما» «می بزاید خوبی و احسان ما».
اوس نو چې مونږ خوښ او ښاد اوسو ،زمونږ د روح او ځان سره ددې خوښۍ او ښادۍ له
ترکيب څخه څه رامنځته کيږي او پایله يې څه ده؟ له مونږ ښه والی او نيکي زیږيږي .او
مونږ باید وکولی شو د دې ښه والي او نېکمرغۍ ګټه او بهره نورو ته ورسوو .دا سمه نه ده
چې سړی یوازې مصرف کوونکی اوسي .خو هغه منفي وجودونه چې په ژوندانه کې يې
خوراک او هر څه چې يې له هغه جذب کړي او مصرف کړي ټول منفي ول .په واقعیت کې د
هغوی د وجود ژنونه پرته له منفي څيزونو په بل هيڅ څيز نه دي ډک شوي نو څه څيزونه به
يې له وجود وزیږېږې؟ وسمهال ثابته شوې چې زمونږ ټول ژنونه حافظه لري او هر ټکر
(واقعه) چې زمونږ په وجود کې پېښيږي هغه په خپل ځان کې ثبتوي .لکه څنګه چې
میکروبونه او بکتریا ګانې چې زمونږ بدن ته ننوځي او ناروغي پیدا کوي له څه مودې وروسته
د درملو او د بکتریا ضد درملونو په وړاندې مقاومت کوي .په ونه چې درمل شیندنه وشي
درمل ،د خپلې مادې په ذراتو کې ساتي او وروسته چې له منځه ځي ،هغه توخم چې ترې
پاتې کيږي او په طبیعت کې خپرېږي د درمل یوه تجربه په ځان کې لري .نو بنا پر دې ،د دې
سم او درمل پرې د اپتونو پر مهال اغېز نه
ونې ورپسې نسل د درمل په وړاندې مقاوم دی او ُ
کوي .یعنې طبیعت په ټوله کې په دا ډول دی ،چې ټول څيزونه په ځان کې ساتي ،او مونږ
هم د طبیعت برخه یو ،مونږ هم هر څه چې په ژوندانه کې تجربه کوو په خپل وجود کې
ډیرۍ کوو او ساتو .د خپلو کارونو اغېز مو ،له نېکو او بدو ،له همدا اوسه لرو او په خپل
وجود کې يې زیرمه کوو .د «مطففین» په سورت کې وايې هغه څوک چې د پلورلو پرمهال له
وزنه پټوي او غال کوي او توکي لږ او سپک ورکوي او خلک غولوي ،دوکه او فرېب کوي آیا
نه پوهيږي چې له همدا اوسه راپاڅېدلې دي؟ َا لَإ يَظُنُّ اُولَئِكَ اَ َّنهُم مَّبْعُوثُونَ .دوی ګومان نه
کوي چې همدا ډول لګیا دي بیا راپاڅيږي [لګیا دي بیا را ژوندي کيږي] ،یعنې له همدا
عظِيمٍ )۱۵(.د یوې سترې ورځې لپاره؟ نه پوهيږي له همدا اوسه د هغې ورځې
اوسه ،لِ َيوْمٍ َ
لپاره پالنه مومي؟ یعنې ته په همدې [د یو او بل په غولولو ] د خپل وجود ذرې د هغې
ورځې لپاره چې راتلونکې ده له همدا اوسه لګیا يې خرابوې .لکه د محصل په څېر چې له
هماغې لومړۍ ورځې چې ټولګي ته ننوځي د کال د پای ازموینې ته ځان چمتو کول پیلوي.
څه توپیر کوي ،د کال د پای ازموینه د هغه د ټولو ورځو او ساعتونو درس ویلو پایله ده .نو،
د هماغه لومړي ساعت څخه ځان د ازموینې لپاره روزي .مونږ هم لکه د هغه په څېر د خپل
وجود لوښی له همدغو اطالعاتو او تجربو ډکوو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۵ــ «ضَرِیعِ» یوازې یو ځل په قرآن کې راغلی دی ،مفسرین او ويي پوهان د هغه په اړه یوه
نظر ته نه دي رسيدلي او د معنا لپاره يې د اغزو بوټی او ددې په څېر نور مصداقونه ورته ذکر
ضرِیع له ضرع [تی ،غوالنځه] او تضرع [تذلل ،خضوع] سره ،چې یو ډول میل،
کړي ديَ .
خوښه ،مینه ناکي ،زاري او اړتیاده ،هم ريښه دی .ته به وايي چې د روح ماشوم ته چې د
مور تودې غېږې ،تي او شيدو ته اړتیا لري ترخه خواړه ورکول کيږي چې نه يې څوربوي او
نه لوږه له منځه وړي څرګنده ده چې دا صفتونه زمونږ انسانانو د پوهې او درک تر بریده د
تمثیل او تشبیه په ژبه راغلي دي اوحقیقت يې له دنیا والو پټ دی.زقوم،غِسلین او
ذاغصه[ستونی نیو] خواړه هم ورته صفتونه په نورو سورتونو کې دي .په اصل کې د انسان
څکنه ،توه او خوند په ګيډه او د دنیا په مادي شهوتونو نه لنډیږي او پای ته نه رسيږي ،د
بصیرت او عرفان اهل د قوت،ځواک،خوراک او خوند څخه یادونه کوي چې بلې اشتها او
خوراک ته لیوالتیا غواړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ُوجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَاعِمَةٌ ﴿﴾۸
()۸
[او] په هغه ورځ ځينې مخونه ښیرازه وي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خو په مقابل لور کېُ ،وجُوهٌ يَ ْومَئِذٍ نَّاعِمَةٌ .برعکس ،ځېنې شخصیتونه ،ځېنې مخونه ،ځېنې
انسانان ،ځېنې ارواح ګانې« ،ناعمه» دي« .ناعمه» په نعمت کې د ذات دثبوت لپاره مفید او
ګټور دی .نه وايې په نعمت کې دي«:فی نعمة» ،یا نه وايې چې متنعم دي .که يي ویلی وای
په نعمت کې دي یا متنعم دي :معنا يې دا وه چې له خپل وجود بیرون يې له نعمته برخمن
دي ؛ خو دلته يې«ناعمه»ویلی یعنې نعمت پخپله د هغه له وجوده راخوټیږي .دا کسان
ناعمه دي په ثابته بڼه؛ یعنې نعمت يې له دننه راخوټېږي او ذاتي دی او پر دې بنسټ تلپاتې
دی .د بېلګې په توګه فرض کړئ سپوږمۍ او لمر :د لمر نور د هغه خپل او ذاتي دی خو د
سپوږمۍ نور د لمر د نور د وړانګو غبرګون دی .د لمر د نور وړانګې چې د سپوږمۍ په
سطحه ولګېږي هغه روښانه کوي .هغه کسان چې د هغوي له وجوه ،یعنې د هغوي له
شخصیت او د هغوی له دننه ،خوښې او ښه والی را جوشيږي ،ځکه چې دا د دوی د ژوند
اغیزې او پایلې دي؛ د هاغو توخمونو او دانو په څېر چې ښه پالنه او روزنه يې پیدا کړې او
بېا لېږدول شوي دي او یو ډیر ښه نسل يې روزلی او پاللی دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۸ــ په دې آیت کې «ُوجُوهٌ نَّاعِمَةٌ»که د دریم آیت له«ُوجُوهٌ خَاشِعَةٌ»سره پرتله کړو نوکولی
شود ناعِمَةٌ معنا،چې دمړاویتوب اوخپګان په مقابل کې ده ،په ښه توګه درک کړو.ناعِمَةٌ الزم
صفت دی او داسې ښکاري چې نعمتونه له داسې وجوه [هدفونو ،موخو او چلندونو ]
راخوټيږي او پرې اړين دي[د دوزخیانو له کړنو سره د اور او عذاب د یو ځایوالي پرخالف]،
که عارضي او له بهر څخه وای نو په دې حالت کې به هغه متنعم وای یا به په هغه نعمت کې
اوسېدی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لِسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ ﴿﴾۲
()۲
[هغوی] د خپلو هڅو له امله راضي [او خوښ] دي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
صبَةٌ .په مقابل کې ده .ناعمة په قیامت کې له خپلو هڅو او
لِسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ .دا جمله د عَا ِملَةٌ نَّا ِ
سعی خوښ او راضي دی .ويني دا عمر يې چې تېر کړی او هڅې او کوښښونه يې چې د
هستۍ په مدرسه کې کړي ښې پایلې يې ورته راوړي دي .که د «سعې» موضوع په قرآن کې
س
تر څېړنې او مطالعې الندې ونيسو وبه وينو دا کلمه په قرآن کې څومره مهمه ده .مثالً لَّيْ َ
ن اِلَّإ مَا سَعَى )۱۸( .انسان ته بې د هغه د سعي [هڅې] له پایلې نور هيڅ نه پاتې
لِلْاِنسَا ِ
کيږي .یواځې هغه څه به ورته پاتې کيږي چې په خپله سعې او کوښښ يې کړي دي .تاسو دا
منډې ترړې او هلې ځلې او پانګه اچونه چې له سهاره تر شپې کوئ دا د «سعې» په لړ کې مه
ګڼئ .دا په حقیقت کې غیر ارادي عملونه او انفعالي حالتونه دي؛ «سعی» بل څيز دی.
سعی داسې یو عمل دی چې انسان ژوره اراده کړې وي او د هغه لپاره يې هوډ کړی وي .او د
هغه تر شا ځواکمنه هڅونه شته او د خپلې خوښې او ارادې او د واقعي نیت له مخې یوه
س ْوفَ يُرَى )۱۲(.او هغه به ډیر ژر د خپلې سعی پایله وويني .په قرآن کې
سعْيَهُ َ
کړنه دهَ .واَنَّ َ
دا د «سعی» کلمه په ډول ډول بڼو راغلې چې په ډیره پراخه کچه ده .اوس نه غواړو ټول
وڅېړو .خو دا یوه ارزښتناکه مسئله ده چې هغه داسې یو څيز دی چې د یو عمر هڅو او
کوښښونو وروسته سړي ته پاتې کېږي؟.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۲ــ د دنیا پالو پرخالف چې د ژوندانه په سراب کې ،د پانګې او ځواک د زیاتولو لپاره د
مادي سیالیو په هڅو کې ډوب دي ،او خپل عمر په ستړیا او شړیدلې توګه تېروي [عَامِلَ ٌة
نَاصِ َبةٌ ] ،له خپلو هڅو او زیار خوښ او راضي دي« .لِسَعْيِهَا رَاضِيَ ٌة» ،د «من سعیها» پر
ځای [د مرحوم طالقاني په وینا] المل څرګندوي یعنې نعمتونه له دې څېرو سره دي او هغوی د
نعمتونو څرګندوی او ښکارندوی دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ﴿﴾۱۲
په لوړ او عالیشان جنت کې [ځای لري].
لَإ تَسْمَعُ فِيهَا لَإغِيَةً ﴿﴾۱۱
()۱۲
[چې] پوچې [اپلتې او چټي] خبري په کې نه اوري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فِي جَنَّ ٍة عَالِيَةٍ .دا جمله د تُسْقَى مِنْ عَيْنٍّ آنِيَةٍ .په وړاندې کيږدئ .د ناعمة ځای په بر او
اوچت جنت کې دی .عالیة هم وصف دی« .عالی» یعنې لوړ ،هسک او ډېر اوچت او بر.
یعنې په یوه هسک او ډېر رفیع او عالي موقعیت او ځای کې ،چې تشبیه ده .لَّإ تَسْمَعُ فِيهَا
لَإغِيَةً .هلته پوچې او چټي خبري نه اوري ،یا ته يې نه اورې.کولی شو تسمع مخاطب وګڼو.
په هر حال ،یعنې هغوی چې په دنیا کې له لغو [پوچو ،اپلتو او چټي خبرو] څخه اعراض
کوي او ځان ترې ساتي هلته به هم لغو نه اوري .دا معنا هم په ځلونو په قرآن کې راغلې ده
سمِعُوا ال َّلغْ َو چې کله لغو خبره واوري اَعْ َرضُوا( )۶۲له هغه اعراض
چې وړ انسانان َواِذَا َ
کوي او مخ ترې ګرځوي .یعنې که څوک د بېلګې په توګه هغوی ته ناسمه خبره وکړي یا له
هغوی ناوړه او ناسمه کړنه او عمل وویني ،د ځواب او مقابلې لپاره ورته نه راپورته کيږي او
د هغوی په څېر عمل سرته نه رسوي .لغو یعنې بیهوده چاره«.هوده»یعنې فایده او ګټه او
«بېهوده» یعنې بې ګټې لغو خبره یعنې مفته خبره .دوی د لغو په وړاندې څه کوي؟ َواِذَا َمرُّوا
كرَامًا)۶۱(.او کله چې د بېهوده او ناوړې کړنې سره مخامخ کيږي ،له کرامت
بِاللَّ ْغوِ َمرُّوا ِ
سره ،یعنې په سترتوب او په پراخه سينه ،ترې تيريږي.د «مؤمنون» په سورت کې يې هم د
ن)۶۶(.او هغه کسان چې
همْ عَنِ اللَّ ْغوِ ُمعْ ِرضُو َ
هغوی یوه له ځانګړنو دا ډول ګڼلې:وَالَّذِينَ ُ
له لغو[پوچو او چټي خبرو] څخه مخ اړوي.ځکه چې لغو [پوچي او چټي خبرې] د هدفمند
او موخې واال سړي کار نه دی .او مؤمن بې ګټې او بې معنا کار نه کوي .د همدفمندو
انسانانو کار تل مثبت وي چې ګټوره پایله لري .د ایمان اهل بیهوده او بې پایلې هڅه نه
کوي .نو ځکه خو يې راتلونکې هم همدا ډول ده .هلته هم لغو ،پوچې او بېهوده خبرې نه
اوري.هلته هره خبره او هر چلن د موخې او جهت واال دی ،مثبت دی او خنثی نه دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۲ــ هره بې ګټې او پوچه خبره او کړنه لغو ده .لکه د الوتونکو د غږ په څېر چې د هغوی
لپاره معنا او مفهوم لري خو زمونږ لپاره کوم پیغام نه لري او بې مانا او بېهوده دي .مؤمن
چې هره خبره په ژبه راوړي او هر کار چې کوي اندیز او موخه لرونکی وي ،خو منافق هر
هغه څه چې زړه يې غواړي په ژبه راوړي او کوي ،مؤمن د نورو لغو خبرې زړه ته نه نيسي
او کوم غبرګون نه څرګندوي [مؤمنون ،)۳:۶۳( ۳فرقان ،)۵۶:۶۵( ۵۶او قصص ۵۵
( ])۵۵:۶۸او منافق د نورو له خبرو اترو زړه ته خپګان نیسي او مقابله کوي .د جنت له نښو
دا دي چې پرته له رښتیا او سالمتۍ هلته هيڅ لغو او دروغ نه اورېدل کېږي [ مریم ۲۶
( ،)۲۶:۱۲واقعه ،)۶۵:۵۲( ۶۵نبأ )۳۵:۵۸( ۳۵او غاشیه .])۱۱:۸۸( ۱۱
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌ ﴿﴾۱۶
()۱۱
په [جنت] کې یوه بهنده چينه ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌ .هلته یوه بهنده چينه ده .دلته بیا هم له «چينې» څخه موخه یوازې د اوبو
چينه نه ده .مخکې مې وویل چې دا ټول د تمثیل په ژبه دي یعنې د بېلګې په توګه يې وايي
ددې لپاره چې په ساده بڼه د مسئلې پوهونه وکړي .نه وايې چې «تجری» ،بهيږي ،وايې
چې :جَارِيَةٌ یعنې د هغه بهیدل ذاتي دي .دا ټول په عربي ژبه کې ادبی او بیانی نکتې دي .
موخه يې داده چې لکه څنګه چې په دنیا کې ددوی په وجود کې خیر بهاند دی او ،لکه د
چينې په څېر له ځانه خوټېږي ،د هغوی له دننه د معرفت ،علم ،رحمت ،ادب او انسایت او
احسان یوه چینه بهیده او نور خلک يې نېکمرغه او ګټور کول اوس هم هماغسې دي.
عَيْنٌ جَارِيَةٌ .بهانده چينه ده چې تل ګټه او خیر رسوي؛ نو طبیعي ده چې نورو ته دهغه خیر
رسيږي او ترې برخمن کيږي .نو ،لکه څنګه چې په دنیا کې يې وجود د خوټېدونکې چينې
په څېر دی ،هغه یو مثبت ،تخلیقی ،فعال ،هڅور او نیک سړی دی ،په اخرت کې هم د
هغه وجود یوه بهنده چينه ده .د «انسان» په سورت کې ،له جنتي نعمتونو د «ابرار» ګټور
ن الْ َإبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَاْسٍّ .ابرار ،یعنې نېک چاري .د
کیدل او نېکمرغي داسې ستايي :اِ َّ
ربوبي مِی له ډک شوي کټوري څښي.كَانَ ِمزَاجُهَا كَافُورًا.چې کافور ورسره ګډ دي دا کټوری
َجرُو َنهَا تَفْجِيرًا .هغه پخپله په دنیا
يې له کومه ځایه ډک کړی دی؟ عَيْنًا له هغې چينې چې يُف ِ
کې کنلې او بهولې ده .هغه پخپله ټسکوره وهلې او هغې ته رسېدلی دی .څه ډول؟ يُوفُونَ
طعَامَ عَلَى حُبِ ِه
ن ال َّ
بِالنَّذْرِ پر خپلو معنوي ژمنو او وعدو د عمل کولو له الرې .وَ ُيطْعِمُو َ
مِسْکِينًا ( )۶۳او پر وږو او یتیمانو به يې خواړه او غذا خوړله .یو ځل بیا وایم چې دا ټول
تمثیل دی او د پوهې وړ په ژبه مونږ ته ویل شوی دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۱ــ د «عَيْنٌ» نکره راتلل پر مبهم والي او مجازي والي داللت کوي او دا چې له دنیايي
چينو سره د پرتله کېدو وړ نه دي او «جَارِیَه» والی ،يي چې الزم صفت دی ،د هغه د دوام او
پرله پسې والي ښکارندوی دی ویل کيږي چې «عَیْنَاَ تَجْ ِری» .د دنیوي بڼ او بوستان
شينوالی او ښيرازي د هغه په سرچينې پورې اړه لري چې اوبه له هغې بهيږي [جنات و
عیون] ،قرآن له دغو پېژندل شوو او حقیقي کلمو ،د استعارې او تمثیل په مقام ،د اعمالو
باغ او بوستان او بهنده چينې مجاز ته راوړي دي چې دهغوی درک کول او پوهیدل پرته د
تشبیه له ژبې مونږ ته شوني نه دي .الندینیو موردو ته پاملرنه وکړئ
جنَّاتٍ وَعُيُونٍ » [حجر ،)۴۵:۱۵( ۴۵دخان ،)۵۶:۴۴( ۵۶ذاریات ۱۵
«اِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي َ
( ،)۱۵:۵۱مرسالت « ،])۴۱:۵۵( ۴۱فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِ » [رحمن ،])۵۲:۵۵( ۵۲
«فِيهِمَا عَيْنَانِ َنضَّاخَتَانِ» [رحمن « ،])۲۲:۵۵( ۲۲عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّى سَلْسَبِيلًا» [انسان ۱۸
(« ،])۱۸:۵۲عَيْنًا يَشْ َربُ بِهَا عِبَادُ ال َّلهِ [ »...انسان « ،])۲:۵۲( ۲عَ ْينًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ»
[مطففین .])۶۸:۸۳( ۶۸
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فِيهَا سُرُرٌ مَرْفُوعَةٌ ﴿﴾۱۳
()۱۶
په [جنت] کې اوچت کړل شوي تختونه دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فِيهَا سُرُرٌ مَّرْفُوعَةٌ .سُرر د «سریر» جمع ده چې د تخت په معنا دی .هلته به پر لوړو (مرفوعه)
تختونو تکیه وکړي .په پخوانیو مهالونوکې به شتمن او چارواکي پر لوړو تختونو
کښېناستل چې پر اوچتو ځایونو به ايښي وو یا ستنې او مټې به يې اوږدې او لوړې وي .د ا
د هغه پېر د عرب وګړو لپاره یوه تشبیه ده .اوس مهال هم که تاسو دوبۍ او عربستان او
شاوخوا سیمو ته تللي یاست ،لیدلي به مو وي چې د کورونو په انګړونو کې د مېلمنو د
استراحت لپاره لوړ او اوچت تختونه ایږدي چې فرشونه يې پرې غوړولي وي .د هغه مهال
عربو په ذهنیت کې د یو چا پر لوړ ځای کښيناستل ډیر ښکلی ،او زړه راښکونکی برېښېده.
خو لکه څنګه چې مؤمن په دنیا کې پر ټیټو څيزونو تکیه نه کوي او د ډاډ او ويسا ځای او د
يون موخه يې پر لوړه او اوچته سطحه ده .په آخرت کې هم د هغوی ځای لوړ او اوچت
تختونه دي .په هر حال ،له دغو تمثیلونو او نندارو سره باید چې په اصل مطلب پوه شو او
پاملرنه وکړو چې په دې دنیا کې مو پر څه او کومو څيزونو تکیه کړې نو هلته په هغې دنیا
کې هم له دې دنیا سره تناسب لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرُر» [د سریر جمع] يې تخت معنا کړی ،خو دا کلمه د «سِر» [ پټ او پنهان کار او
۲۱ـــ « ُ
خبره ] له رېښې اخيستل شوې ده .دنننۍ خوښۍ ته هم ،له دې امله چې په زړه کې پټه ده
«سرور» وايي .نو سریر ،نه هر تخت او ناستون ،بلکه هغه ځای او مکان چې خوښند دی ،د
پاچایانو تخت ته هم له دې کبله سریر ویل شوی چې د خوښۍنښه ده ځکه چې له دې الرې
خپل ځواک څرګندوي اوپه خپل ځواک او چاپېرېال کې خپلې غوښتنې عملي کوي .د داسې
تختونو «مَرْفُوعَهٌ»والی،د نېکو او صالحو عملونو او کړنو په توسه د هغوی په اوچتولو
داللت کوي نه دا چې پخپله لوړ او او چت وي .تخت له مځکې اوچته یوه اتکايې سطحه
ده چې دچاپېریال په نندارو مسلطه وي او په مجازې توګه د ایماني اتکاء سطحي ته یا د
مؤمنانو د اند سطحې ته اشاره کوي چې پورته لوړه او اوچته شوې ده [مرفوعه] ،لکه څنګه
چې په دنیا کې د دوی د فضل او کمال له سرچینې څخه خلکو ته خیر او سعادت خوټيږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَ َا كْوَابٌ مَوْضُوعَةٌ ﴿﴾۱۴
()۱۳
او جامونه [متناسب] ايښوول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
كوَابٌ َّم ْوضُوعَةٌ او جامونه چې ایښودل شوي دي« .موضوع» یعنې وضع شوي دي او
وَ اَ ْ
متناسب ايښودل شوي دي .په بل ځای کې وايي چې دا د شرابو جامونه څه ډول ديَ :قوَارِيرَ
ضةٍ د سپينو زرو ښيښه يي جامونه .قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا« )۶۴( .قدر» یعنې کچه او اندازه.
مِن فِ َّ
یعنې ددې جامونو څښتنانو پخپله دا جامونه اندازه کړي دي .په بله وینا دا چې ،د هر چا
جام د بل چا له جام سره توپير لري :قَدَّرُوهَا َتقْدِيرًا .ددغه جام مقدرات متغیر دي او داسې نه
دی چې جامونه ټول په یو قدر او کچه وي .البته دلته بیا هم منظور او موخه فلزي او ښيښه
يې جام نه دی .د هر چا جام د هغه کچې او اندازې سره متناسب دی چې پخپله يې په دنیا
کې برابر کړی دی.لکه څنګه چې مثالً مونږ پوهېږو چې څومره اوبه په خپله وړتیا په خپل
لوښي را اخېستی شو ،په راتلونکې کې هم د خپل وجود په ظرف او وړتیا پوهیږو چې تر
کومې کچې کولی شو له لوړ او متعالي ژوند برخمن شو .دا چې دا کچه او اندازه يې څومره
كوَابٌ َّم ْوضُوعَةٌ.
ده پر مونږ تړلې ده ،ځکه چې کچې يې مونږ پخپله برابرې کړي دي .وَاَ ْ
«اَکواب» یعنې د شرابو جامونه .او دلته بیا هم یادونه کوم چې مقصد يې انګوري شراب نه
دي .زمونږ عارفانو ،لکه مولوي ،حافظ او رحمان بابا له جام او مئ ،ساقي ،ساغر او
کنډول او ددې په څېر د نورو څیزونو په اړه ډېرې خبرې کړي او نه شو کولی هغه ټولې
خبرې لږ تر لږه په ظاهري معنا وګڼو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۳ــ « َا كْوَابٌ » د «کوب» [جام ،کاسه ،قدح ،تُنګ،کنډول ،کټوری]جمع ،عربانو ته
پيژندل شوي د شراب خورۍ لوښي وو چې قرآن له هغوی په مجازي توګه او په ډیره ژوره
عهٌ» د وضع [ايښوول] له
معنا د ربوبي شرابو د لوښي په عنوان استفاده کړې ده .خو « َم ْوضُو َ
ريښې ،لکه د حمل وضع [لنګون] ،برابرول او رامنځته کول دي ،لکه چې فرمایلي يې دي:
ضعَهَا لِ ْل َانَامِ» [ځمکه يې د موجوداتو لپاره برابره کړه]،
رحمن )۱۲:۵۵( ۱۲ــ «وَالْإَرْضَ وَ َ
یا آل عمران « )۲۲:۳( ۲۲اِنَّ اَ َّولَ بَيْتٍ ُوضِعَ لِلنَّاسِ [ » ...لومړنۍ کوټه چې د خلکو لپاره
رامنځته شوه او ودانه شوه ،]....په همدغه طریقه د اکواب موضوعه والی د هرچا د اعمالو
په تناسب د هغه د جام له مخکې په جوړېدو داللت کوي .له مخکې د دغو لوښو د کچې
ټاکل کېدل يې په نورو موردونو کې څرګند کړي دي .له هغې جملې انسان )۱۵:۵۲( ۱۵او
ن فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا».
ب كَا َنتْ قَوَارِيرَا ــ َقوَارِي َر مِ ْ
كوَا ٍ
۱۲ــ «َ ...واَ ْ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ ﴿﴾۱۵
او په صف [=لیکه او کتار] ايښوول شوي بالښتونه [یا یو دبل پر مخ ايښوول شوي او
( )۱ ۴
اوبدل شوي].
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَ نَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ« .نَمرَق» او «نُمرَقه» یعنې تکیه ځای ــ د ډډې لګولو ځای .وړوکی بالښت.
پشتۍ او تکیه ته هم نمرقه وايي.نمارق یعني تکیه ګانې.
مَصْفُوفَةٌ یعنې په صف کړلې شوې او کتار ايښوول شوې .یعنې لکه څنګه چې هغوی په دنیا
کې په حق تکیه کړې وه ،دلته هم صف په صف او یو په بل پسې او پوړۍ په پوړۍ تکیه
ځایونه او د ودې او کمال پړاوونه لري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۴۱ـــ نَمَارِقُ د نُمرُق جمع ،هغه پشتي او بالښت دی چې هغه ته تکیه کوي او د تکیه ځای
مفهوم پکې څرګند دی ،لکه ځنګه چې په نهج البالغه ۱۲۲حکمت کې د اهل بیت په اړه
حنُ
راغلي دي :مونږ متعادل تکیه ځای یو چې تالي او غالي له هغه سره یو ځای کيږي [نَ ْ
النُمْ ُرقَهُ الُْوسْطی ،بِهَا َیلْحَقُ التالِی ،وَ اِلَیْهَا یَ ْرجِـعُ ا ْلغَالِی].
«مَصْفُو َفةٌ » والی يې په لیکه کېدل او په صف او کتار کې د راتللو په معنا دی چې د تکیه
ځایونو د پوړیو پر لړۍ داللت کوي چې هر څوک د ایمان او د خپل صالح عمل په تناسب
پر هغوی تکیه وهي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَزَرَا ِبيُّ مَبْثُوثَةٌ ﴿﴾۱۲
()۱۵
او [نفیس] فرشونه [یا پردې] غوړول شوي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَ زَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ « .زرابی» د فرش په څیر غوړیدونکی یو څیز دی .یعنې هغه څه چې يې تر
پښو الندې اوار کړي او غوړولي او د ژوندانه سېنګار يې دیَ .مبْثُو َث ٌة یعنې خپور او غوړول
شوی .دا متل به مو خامخا اوریدلی وي چې وايې هرڅوک باید خپلې پښې د خپل لېمسي په
کچه وغځوي یعنې هر څوک باید د خپلې وسې په کچه کړنه یا توقع وکړي .یا دا چې وايي
پښې دې له خپل ټغره مه اوږدوه .یعنې له خپلو ټاکلو بریدونو تېری مه کوه.
اوس ،هلته د انسان لپاره ټاکل شوي بریدونه څه دي؟ هغه څه چې دهغه لپاره اوار او غوړول
شوي او د هغه وجودي ټغر دی څه څيز دی؟ هماغه د هغه دکړنو اوعمل ډګر چې یا ډېر
ارت او یا ډېر تنګ دی..
تر دغه ځایه د دغه سورت دا شپاړس آیتونه په راتلونکي پورې اړه لري او د راتلونکي دنیا
خبره د تمثیل او تشبیه په ژبه .یوه پراخه پېښه چې په راتلونکي کې به رامنځته شي او
انسانان به په هغه مهال دوه سرلیکه لري:یا به له تش السو او سرټيټو څېرو سره راځي،دا
هماغه کسان دي چې په خپلو السونو يې ځانونه سوزولي دي ،چې اصطالحاً وسمهال ورته
«سوزېدلی نسل» وايي ،او یا له نعمت او خوښۍ څخه له برخمن وجود سره .طبیعي ده چې
کله دا جهان او شرایط يې بدل شي او یوې بلې فزیکي دنیا ته داخل شو ،زمونږ د وجود
ذرې ،لکه د توخم په څېر چې دخاورې په زړه کې پالل کېږي ،دوه ډوله بېالبېل سرلېکونه
رامنځته کوي.
له شپاړسم آیت وروسته د طبیعت اړوند برخه ده .سورت درې برخې لري .اصلي برخه ،چې
د سورت ۲۵سلنه تشکیلوي .تر دغه ځایه د راتلونکې پورې اړه درلوده ،خو له دې وروسته
وايي که تر اوسه ستا د راتلونکي سرليک په اړه چې تاته وویل شول نه پوهيږي او نه يې شې
درک کولی او دا ذهني او مجرد او بلکه خیالي مفهومونه ګڼې ،نو طبیعت ته وګوره او
سترګې دې په دغو څرګندو او ظواهرو پرانېزه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۲۱ـــ «زَرَابِيُّ» د زربیه جمع ،په زړه پورې او نفیس فرش ته ویل کېږي او د نکره په توګه
راتلل يې په ناپېژندل شوي او غیر عادي والي داللت کوي چې د تشبیه او استعارې په بڼه
ث [خپرول ،اوارول او غوړل] له رېښې له دنیوي اند او فکر
بیان شوی دی« .مَبْثُو َثةٌ» د بَ َّ
څخه اوچت د داسې په زړه پورې او نفیسو فرشونو غوړولو ته اشاره کوي.
دا یوه مشهوره اصطالح ده « چې هر څوک دې پښې د خپل ټغر په کچه وغځوي» خو د
ایمان او صالح عمل د اهل ،ټغر هم نفیس او فاخر دی هم خپور او بې کچې ،چې په
كوَابٌ
راتلونکي کې د هغوی د عمل د ډګر او سيمي نښه ده .درې ګونه نښې او پاملرنې :اَ ْ
صفُوفَةٌ ،زَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ ،چې د لومړني آیت پرخالف له «فیها» پرته راغلي
مَّ ْوضُوعَةٌ ،نَمَارِقُ َم ْ
دي ،د دغو نعمتونو پرله پسې والی او اړیکه له دوو اصلي نښو « عَ ْينٌ جَارِيَةٌ » او « سُرُرٌ
مَّرْفُوعَةٌ » سره څرګندوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اَفَلَا يَنْظُرُونَ اِلَى الْإِ ِبلِ كَيْفَ خُلِقَتْ﴿﴾۱۵
آيا اوښ ته نه ګوري ( )۴۱چې څه ډول پنځول شوى دى؟!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له دې وروسته په حقیقت کې زمونږ د ذهن او عقل پام د طبیعت د نړۍ نانټیالو واقعیتونو ته
ل كَيْفَ خُلِقَتْ .هغه څوک چې د راتلونکي په اړه
ن اِلَى الْإِبِ ِ
اړوي .لکه چې وايي :اَفَلَا يَنظُرُو َ
دا خبرې نه مني ،آیا اوښ ته نه ګوري چې كَ ْيفَ خُلِقَتْ .څنګه پنځول شوی دی؟ بیا هم دلته
د څوارلس سوه کالو مخکې عربو د پوهې په کچه او په واقعیت کې د هغوی د لید له ګوټه
خبره کوي .اوښ د عربو په ژوند کې بنسټیزه ونډه درلوده .له دغه ژوي پرته ناشوني وه چې
هغوی په دښتو او سارا کې ژوند وکړي .ناشوني وه چې په اوه نیو ،اوه نیو (هفتو،هفتو ) په
هغه استوايي توده سوځنده هوا کې الر ووهي او اوښان يې یوازې اغزي وخوري .بې له دې
چې اوبو ته اړتیا ولري .دا سارايي ژوی داسې پنځول شوی چې خوراک يې یوازې اغزي
دي او کوهان يې ،چې غوړ پکې زیرمه کيږي ،د دښتې او بیابان په سوځوونکي لمر کې
ویلې کيږي او د هغه د بدن اوبه برابروي .د دغه ژوي پښې هم د بیابان او دښتې له شګو او
شنګېړ سره مناسبې خلق شوې دي .یا د ورمېږ او غاړې بڼه يې ،چې په اسانۍ کولی شي
هغه ته فنر ډوله بڼه ورکړي او کېني .یا ارامتیا او استوګنه يې او ټول وجود يې د پنځېدلې
نړۍ له حیرانوونکو څيزونو څخه دی .فرمايي ایا د اوښ د پنځېدو د څرنګوالي په اړه اند نه
کوئ ؟ پر دې بنسټ چې هر توکم د ژوند په چاپیریال کې د کومو څيزونو سره مخامخ دی
او ورسره اشنا دی ،دوی ته د وینا او مخاطبې ژبه هم توپیر کوي .چې ساده بېلګه يې
همدغه آیتونه دي چې دا انځورونه د سارايي او بدوي عربو لپاره دي چې پر خپلو اوښانو
سپاره په ارامۍ په دښته او بیدیا کې الر وهي .د هغوی هماغه مرکب او لېږدوونکي ته اشاره
کوي ،چې په سوځنده دښته او بیدیا کې دا ډول یو ځواک لري ،او وايي آیا دغه اوښ ته چې
پرې سپور يې نه وينې چې څه ډول د سارا د ژوند لپاره خلق شوی او پنځول شوی دی؟ او
دا لیدنه یوازې کتل نه دي ،بلکه په غور لیدنه ده د اند د سترګو غړول دي؛ د بصیرت د لید
پیدا کول دي .البته ،ښايي ته اوس نه پوهېږې .او په رښتیا هم نه پوهېد .خو دا باید ستا
لپاره د پوښتنې وړ وي چې دا چا خلق کړی او پنځولی؟ له کومه راټوکېدلی؟ او په څه ډول د
دغه چاپیریال او اقلیم سره متناسب خلق شوی دی؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۲ـــ د « کَیْفَ » استفهام ۸۳ځلې په قرآن کې تکرار شوی او د بندګانو پاملرنه يې په
آسمان او ځمکه او د ژوو په عالم کې د پدیدو او ښکارندو «څرنګوالي» ته اړولې ده؛ لکه
ظرُونَ ِالَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِ َقتْ وَاِلَى السَّمَاءِ كَيْفَ رُ ِف َعتْ
غاشیه )۱۵:۸۸( ۱۵تر ۶۲ــ « اَ َفلَا يَنْ ُ
جبَالِ كَ ْيفَ ُنصِ َبتْ وَاِلَى الْإَرْضِ كَ ْيفَ سُطِحَتْ» .همدا ډول د تېرو قومونو سرلیک ته
وَاِلَى الْ ِ
مکَذِبِینَ ،الْمُجْرِمِینَ ،الْمُفْسِدِینَ ،الظَّالِمِین ،الْمُنْذَرِینَ،
ف کَانَ عَاقِبَ ُة الْ ُ
ظرُوا کَیْ َ
کتنه لکه :فَانْ ُ
صحَابِ الْفِیل.
ن قَ ْبلِهِمْ ،کَیْفَ فَعَلَ رَبُّکَ بِعَادٍ ،فَعَلَ رَ ُّبکَ بِاَ ْ
الَّذِینَ مِ ْ
ظرْ اِلَى آثَارِ رَحْمَتِ اللَّهِ كَيْفَ يُحْيِي
د ځمکې په کره کې د ژوند پیدايښت ته پاملرنه « فَانْ ُ
الْإَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا[ »...روم ،])۵۲:۳۲( ۵۲همدا راز د جو د طبقو د جوړیدو څرنګوالی او
ظرُوا اِلَى السَّمَاءِ فَوْقَ ُهمْ كَ ْيفَ َبنَيْنَاهَا
د وریځ باد او باران تحوالت او اووښتونَ « :افَلَمْ َينْ ُ
ق ثُ َّم يُعِيدُهُ..قُلْ سِيرُوا فِي
وَزَيَّنَّاهَا[ »....ق « ،])۲:۵۲( ۲اَوَ َلمْ يَرَوْا كَ ْيفَ يُبْدِىُ اللَّ ُه ا ْلخَلْ َ
ف َبدَاَ ا ْلخَلْقَ[ »....عنکبوت )۶۲:۱۲( ۱۲او « ،] ۶۲اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ
ظرُوا كَيْ َ
الْإَرْضِ فَانْ ُ
سحَابًا فَ َي ْبسُطُهُ فِي السَّمَاءِ كَيْفَ َيشَاءُ[ »...روم « ،])۴۸:۳۲( ۴۸اَ َلمْ تَ َر اِلَى
الرِيَاحَ فَتُثِيرُ َ
كنًا[ »...فرقان .])۴۵:۶۵( ۴۵
ف مَدَّ الظِلَّ وَ َلوْ شَاءَ َلجَعَ َلهُ سَا ِ
رَبِكَ كَيْ َ
ن »[انعام ۲۵
ظرْ كَ ْيفَ نُصَرِفُ الْآيَاتِ لَعَلَّ ُهمْ يَفْقَهُو َ
همدا راز په تشریعي آیتونوکې ....« :انْ ُ
( ،])۲۵:۲یا د عذاب ګواښنې لکه.. ..« :فَكَ ْيفَ كَانَ عَذَابِي َونُذُرِ»[قمر ..« ،])۵۴:۱۸(۱۸
...فَكَ ْيفَ كَانَ نَكِيرِ » [ملک َ ......« ،])۱۸:۲۵(۱۸فكَيْفَ كَانَ عِقَابِ » [رعد
])۳۶:۱۳(۳۶او داسې نور .دا څرګنده ده چې په سوځنده ساراګانو او عربستان کې د اوبو
په نشت او د تودوخې په زغملوکې د اوښ بدني جوړښت ،د اوبو زیرمه کول او په کوهان کې
وازګه او نورې بېلوونکې ځانګړنې يې ډیرې د حیرانتیا وړ دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَاِلَى السَّمَاءِ كَ ْيفَ ُرفِعَتْ﴿﴾۱۸
()۱۵
او اسمان ته [نه ګوري] چې څرنګه اوچت کړای شوى دى؟!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوښ ورو ورو یون کوي او سپور په اند کې ډوب سترګې د آسمان څنډو ته نېولې او دا غږ را
په زړه کوي چې َواِلَى السَّمَاء كَيْفَ رُفِ َعتْ .او د خپل سر له پاسه آسمان ته وګوره چې څه
ډول لوړ شوی او اوچت کړای شوی دی .په دې آسمان کې ميلیونونه کهکشانونه او په هر یو
کې میلیونونه لمرونه .دا یوازې د نړۍ هغه ګوټ دی چې مونږ د تلسکوپ او د نورو توکو په
مرسته توانېدلي یو وپېژنو .آیا هغه ته نه ګوري؟ وَینظرون ...اِلَى السَّمَاء كَيْفَ رُفِ َعتْ.
او ټينګار پر كَيْفَ ؟ څرنګه او پر کوم کیفیت ؟ دا ټول چا پنځولي؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۵ــ د آسمان لوړوالی او هسکوالی يې په نورو آیتونو کې هم بیان کړی دی :طور ۵
ع » ،رحمن )۵:۵۵( ۵ـ « وَالسَّمَاءَ رَفَ َعهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ »،
( )۵:۵۶ـ « وَالسَّقْفِ ا ْلمَرْفُو ِ
رعد )۶:۱۳( ۶ــ « ال َّلهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْ ِر عَمَدٍ تَرَوْنَهَا.» ....
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَاِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ ُنصِبَتْ﴿﴾۱۲
()۱۸
او غرونو ته [نه ګوري] چې څنګه يې ټيکاو موندلی؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جبَالِ كَ ْيفَ ُنصِ َبتْ .اوس له آسمانه ډیر ښکته راځي .هلته لېرې ،د دښتې په څنډو کې
وَاِلَى الْ ِ
د غرونو انځور په ګوته کوي .دې غرونو ته نه ګوري چې څه ډول استوار او اېښودل شوي دي
او لکه د مېخ په څېر په ځمکه کلک شوي دي؟ او د ځمکې دا جامد قشر [پوټکی] چې د
ځمکې د قطر له یوسلنې څخه لږ دی د حیرانتیا وړ ده چې د ځمکې د جامد پوټکي پېړوالی
د مڼې د پوټکي له پېړوالي نسبت ټولې مڼې ته ډیر لږ دی .آیا د حیرانتیا وړ نه ده؟ یعنې که
ددې مڼې پوټکی واخلئ ،د مڼې ټوله غوښنه برخه يې یوه ټوټه اوبه دي .هغه مهال به څنګه
دا غرونه چې د خپلو ټولو لوړتیاو سره چې د ميخ په څېر په ځمکه کې ننوتي دي او لوی
وچې يې کلکې ساتلي چې حرکت ونکړي ،چې له دې بڼې پرته به د تختو د ټوټو په څېر د
اوبو پر مخ وای او تل به يې اخوا دېخوا حرکت کولی .آیا د غرونودې بڼې او څرنګوالي ته
چې څه ډول مستقر شوي دي او کلکوالی يې پیدا کړی فکر او اند نه کوې؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۸ــ د غرونو نصب هماغه ټیکاو ،ځای پر ځای کول او کلکوالی يې دی چې په قرآن کې په
نورو عبارتونو هم راغلی دی .لکه :نبأ )۵:۵۸( ۵ــ « وَا ْلجِبَا َ
ل اَوْتَادًا » [غرونه مو د میخونو
ل
په څېر د مځکې د طبقاتو د ساتلو لپاره ټک وهلي دي] ،نازعات )۳۶:۵۲( ۳۶ـ« وَا ْلجِبَا َ
اَرْسَاهَا»[او غرونه مو د ځمکې د لنګر په توګه ځای پر ځای کړي].
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَاِلَى الْإَرْضِ كَ ْيفَ سُطِحَتْ﴿﴾۶۲
()۱۲
او ځمکې ته [نه ګوري] چې څرنګه اواره شوې ده؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
طحَتْ .او ځمکې ته چې په څه ډول غوړېدلې او اواره شوې ده؟ هغه
س ِ
وَاِلَى الْإَرْضِ كَيْفَ ُ
ځمکه چې د کرکيلي او کښت وړ ده؟ وينئ چې دلته د څلورو رکنونو څخه یادونه کيږي چې
لکه د هستۍ د څلورو ستنو په څير دي :لکه د ميز دڅلورو پایو په څير چې میز يې ودرولی
دی :دا َمرکب چې پرې سپور يي ،هغه څه چې د سر له پاسه دې غوړېدلی او خپور دی ،غر
او ځمکه چې د پښو الندې دې فرش شوې ده .ښايي که زمونږ په زمانه کې وای ،ویلي به يې
وای چې دې الوتکې ته چې د هغې په توسه الوتنه کوې وګوره .هغو قوانينو ته پاملرنه وکړه
چې پر فضا واکمن دي او پوه شه چې همدا قوانین دي چې د هغه په توسه څو زره ټنه
اوسپنه د هغو ټولو سپرلیو سره پورته وړي .ننداره يې وکړه چې په څومره سوکاله او چټکه
توګه الوتنه کوي .دا ټول هغه قوانین دي چې په جهان کې په کار دي او پر بنسټ يې کړنې
کيږي .د نازعات په سورت کې لولو چې وَالنَّازِعَاتِ غَرْقًا .سوګند په هغو ځواکونو چې له
شطًا .او بیا وروسته نرميږي او خوښنده او له نشاطه ډک
ځمکې کنل کيږي .وَالنَّاشِطَاتِ نَ ْ
ت سَبْقًا .او
سبْحًا .او مخ په پورته المبوزن کيږي .فَالسَّابِقَا ِ
حرکت ته رسيږي :وَالسَّابِحَاتِ َ
سبقت کوي او مخکې والی مومي .په جهان کې په پرله پسې توګه په بل یون پسې دی .په هر
صورت ،په طبیعت پورې اړوند دا څو آیتونه د راتلونکې پورې اړوند له لومړنۍ برخې
وروسته راغلي ،چې که په هغه سم پوه نه شوې ،خپل چاپيریال ته دې وګوره؛ ځمکې ته،
غره ته ،دښتې ته او هغه څه ته چې پرې سپور يې.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۲ــ د ځمکې مسطح او مستوي کیدل ،په داسې حال کې چې کیدی شوی ټول تاو راتاو
،چين چين او غرنی وای ،د انسان د ټیکاو ،کر کيلې ،د ګرځندوی او نندارې چاپېریال يې
برابر او شونی کړی دی .دا کلمه یوازې یو ځل په قرآن کې راغلې ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
َك ٌر﴿﴾۶۱
فَذَكِرْ اِنَّمَا اَ ْنتَ مُذ ِ
نو [ خلکو ته ددې حقیقتونو] ذکر وکړه چې ته یوازې ذکر کوونکی يې [= ستا کار
یوازې ،د خلکو وېښول او د حق لور ته پام اړول دي]،
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
او د پای برخه پیغمبر ته خطاب دی .اوس نو که بېا هم خلک حاضر نه شول چې غوږ
ونيسي او پوه شي ،نو په دې صورت کې د پیغمبر وظیفه څه ده؟ځکه که د سړي په زړه اغېز
ونکړي او د زړه له تله پاملرنه ونکړي نو ګټه نه لري .په زور خو نه کېږي چې څوک منلو ته
مجبور کړي.
فَذَكِرْ«.ذکر»یعنې یادول او ويښتیا .وریاد يې کړه او پوه يې کړه .او روښاندويي وکړه .ذکر د
«نسیان» په مقابل کې دی .نسیان هیرول دي او آدمیزاد هیروونکی .نو ،راويښ يې کړه؛ خبر
يې کړه .په هغه څه چې په چاپېریال کې يې دي وریاد يې کړه او پام يې ورته واړوه او متذکر
َك ٌر .چې ته یوازې «مذکِر»يې ،اِنَّمَا یعنې په تحقیق سره همدا دی او له
يې کړه .اِنَّمَا اَنتَ مُذ ِ
دې بل نه دی .ستا نقش یوازې ويښول او روښاندي ده.
قرآن وايي چې د هغه دعوت « سراج منیر » دی؛ روښانه څراغ دی .ته بلونکی يې او هغه
چې د سړي الر ته څراغ نيسې او الره روښانه کوي .هغه زور نه وايي .څراغ یوازې الره
روښانه کوي او الر ښئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
طرٍ﴿﴾۶۶
لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْ ِ
()۶۲
ته [پرته د حق له ذکر کولو] پرې زورواکی [خپل چاری او څارونکی] نه يې.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لَسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَ ْيطِ ٍر .ته زورواکی اوخپل چاری نه يې« .مصیطر» په اصل کې «مسیطر» دی
د «سطر» له ريښې د خط او لیکلو په معنا« .دیکتاتور» هم هغه چا ته وايي چې فرمان يې
نورو ته «دیکته» کوي ،یا د بېلګې په توګه یبصط ،د«یبسط» پر ځای یا «بصطة» ،د«بسطة»
پر ځای ،په قرآن کې راغلي دي .دا کلمې ،د عربي لیک د ګرامر [رغاونیز] سره ،سمون نه
لري .د الله د ستر استازي پرمهال به هم ځېنو ویل چې په دې بڼه ددې کلمو خوندي کول د
عربي ژبې سره سمون نه لري ،خو وروسته په دې یوه خوله شول چې د وحی کلمې دې په
همدې بڼه څنګه چې وحی شوي وليکل شي.او هيښنده دا چې هغه بصطة چې د «اعراف» په
سورت کې راغلی که «صاد» يې په «س» تغيير وکړي ،یعنې که کلمه د عربي ژبې په ګرامري
بڼه «بسطة» وليکل شي ،د سورت شمیریز او ریاضيکي نظم ګډوډیږي .دا د پاملرنې وړ فني
نکتې او مسئلې دي او داسې برېښي چې د راتلونکو لپاره دي چې اند پرې وکړي چې دا
کلمې ولې په دې بڼه ليکل شوې دي .نو پر دې بنسټ نه ښايي چې دا راز لیکل او خوندي
کول د هغوی د لیکوالو او کاتبانو له اشتباه وګڼو ،ځکه چې په دې بڼه ددې کلیمو لېکل په
عربې ژبه کې عام نه وو .په هر حال ،دا د قاعدې خالف لیکل یو فني بحث دی چې اوس
ورته نه داخلېږو.
څښتن تعالی خپل استازي ته وايي چې ته یوازې دوی ويښ کړه؛ ورته ووایه؛ ورته وریاد
کړه؛ ته دیکتاتور او پردوی چارواکی او ګمارل شوی نه يې .ته هغه نه يې چې فرمان ورکړي
او دیکته وکړي او «مسیطر» اوسي ،یعنې پر خلکو سیطره او برالسي ولري .د اوسنیو
ځواکونو او حکومتونو په څېر چې غواړي په هر قیمت چې کېږي خلک نېکمرغۍ او
ښادمنۍ ته ورسوي! ځکه ځېنې پر دې باور دي چې که د دولت زور او د سیاست ځواک د
یو فکري بهير تر شا وي کیدونې دی په پای کې هغه فکر پر کرسۍ کېنول شي .د بېلګې په
توګه کېدای شي په زور او ځور خلک دین او ایمان ته اړیستل شي .په داسې حال کې چې
پایله کامالً برعکس ده .داسې ښکاري چې کېدای شي چې خلک هغې چارې ته چې اړېستل
شي ،وکړي،یو شمېر دا کار کوي،او ډېری هم ریاکاران شي او کار منافقت ته رسيږي .سړي
ډیر ژر زده کړه کوي چې څنګه رنګ بدل کړي.لکه ځېنې ځناور چې کله دچمن پر مخ حرکت
کوي د هغوی رنګ شين شي او پر تیږه چې ځي ایرورنګی شي؛ په هر چاپېریال کې د همغه
چاپېریال رنګ غوره کوي ،ځان پوښي او ستر کوي اوس زمونږ خلک هم تل رنګ بدلوي.
ځکه چې په هر چاپېریال کې د انسان د مغز ژنونه زده کړه کوي چې خپلې کړنې او غوښتنې
څنګه د زمانې او چاپېریال د رنګ سره برابرې کړي« :هر لحظه به رنگی بُت عیار درآمد»!
مصَيْطِ ٍر .ته نه شې کولی او نه ښايي پر دوی د
ستَ عَلَيْهِم بِ ُ
ایمان راوړل د زړه خبره ده لَ ْ
تسلط ،برالسۍ او څارنې په لټه کې شې.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۶۲ــ «مُصَيْطِرٍ» د سطر [خط ،لیکنه ،صف ،لیکه] له ريښې د آمریت او د فرمان د دیکته
کولو مفهوم لري ،مسیطر [دیکتاتور] هغه څوک دی چې پر نورو مسلط ،مراقب او
څارونکی دی ،د هغوی کړنې تر نظر الندې نيسي او څارنه يې کوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اِلَّإ مَنْ تَوَلَّى وَكَفَرَ﴿﴾۶۳
[هغوی ته ستا یادونه او تذکر ګټور دی] خو که څوک مخ واړوي او انکار وکړي،
فَيُعَذِبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْإَكْبَرَ﴿﴾۶۴
()۶۱
نو الله به يې [ په آخرت کې ] په ډیر ستر عذاب وکړوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
كبَرَ.خو هغه څوک چې مخ واړوي،شا کړي او منکر
اِلَّإ مَن َتوَلَّى َوكَفَرَ.فَيُع َِذبُهُ اللَّ ُه الْعَذَابَ الْإَ ْ
شي .خو دا نه چې حکم يې له نورو سره توپیرکوي او ته پر هغوی مسلط يي .یوازې الله
تعالی به هغوی ته جزا ورکوي.یعنې هغوی به د انکار طبیعي پایله چې عذاب دی وڅکي.
فَيُعَذِبُهُ ال َّلهُ دا «فاء» د تفریع ده ،یعني د مخکینیو کړنو پایله تر دې «فاء» وروسته ذکر شوې
ده ،یعنې هغوی چې ستا تذکر او یادونې ته اعتنا او پاملرنه ،نکوي اوحقیقتونو ته شا کوي او
ترې منکرېږي،په الهي نظام کې،به بې برخې او نهيلي شي اوله کړاوه ډک عذاب به وڅکي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۶۱ــ « الْعَذَابَ الْإَكْ َب َر » له دنیوي محرومیتونو څخه د راوالړ شوي عذاب سره په مقایسه او
پرتله کېدو مطرح شوی دی چې ورته بېلګې يې په نورو آیتونو کې هم تکرار شوي دي
كبَرِ لَعَلَّ ُهمْ،»...
ب الْإَ ْ
سجده )۶۱:۳۶( ۶۱ــ « وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنَ الْعَذَابِ الْإَ ْدنَى دُونَ الْعَذَا ِ
كبَرُ ،»....
زمر )۶۲:۳۲( ۶۲ــ « فَاَذَاقَ ُهمُ اللَّ ُه ا ْلخِ ْزيَ فِي الْحَيَا ِة ال ُّدنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ اَ ْ
ب وَلَعَذَابُ الْآخِرَ ِة َا كْ َبرُ َلوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ».
قلم )۶۲:۳۲( ۳۳ــ « كَذَلِكَ ا ْلعَذَا ُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اِنَّ اِلَيْنَا اِيَابَهُمْ﴿﴾۶۵
بېشکه ددوی راستنېدل [او بېرته راتګ] یوازې زمونږ لورې ته دی،
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اِنَّ ِالَيْنَا اِيَابَ ُهمْ«.اِیاب» ،چې په «اَیاب او ذهاب»کې اصطالح شوې ،د ستنېدو په مانا ده.
وايي ددوی ستنېدل زمونږ په لور دي .هيڅوک له دې سيستمه نه خارجيږي؛ بل جهان نه
شته ،چې هلته الړ شي .إلینا یعنې زمونږ په لور« .إلی» یعنې په لور .مونږ ټول د کوم مقصد
او موخې په لور روان یو؟ اِنَّا لِلهِ َواِنَّا اِلَيْ ِه رَاجِعونَ .ټول د هغه په لور بېرته ورګرځو .یو سیکل
او دوراني سیر دی .نو ځکه ،ای پیغمبره ،اندیښنه مه کوه؛ تاسو ټول زما لور ته بېرته
راستنېږئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ثُمَّ اِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُ ْم﴿﴾۶۲
بېا [ په آخرت کې ] پرته له شکه ددوی حساب پر مونږ دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ن عَلَيْنَا حِسَا َبهُمْ .بیا یقیناً د دوی حساب پر مونږ دی؛ پر تا نه دی .إلینا یعنې زمونږ په
ثُمَّ اِ َّ
لور ،عَلینا یعنې پرمونږ .د ټولو حساب له مونږ سره دی .په بل ځای کې پیغمبر ته وايي :وَ
جبَّارٍ( )۶۵ته د جباریت حق نلرې او پر دوی برالسی او مسلط نه يې« .جبار»
مَا اَنتَ عَلَيْهِم بِ َ
هغه څوک دی چې زیاتی کوي او خلک په زور او ځواک کارونو ته اړباسي .یا وَمَا اَنتَ
عَلَيْهِم بِ َوكِيلٍّ )۶۲(.ته د هغوی وکیل او چاره ګر نه يې .مونږ د خپلو بنده ګانو کار تاته نه
دی سپارلی.په ځلونو قرآن پیغمبر ته فرمان ورکړی ،شاید لس ،پنځلس ځله ،چې خلکو ته
حفِيظٍ« )۶۵( .حفیظ» یعنې ساتونکی او
ووایه زه ستاسو وکیل نه یم؛ َومَا َانَاْ عَلَ ْيکُم بِ َ
پاسوال .وايي زه پر تاسو ساتونکی او ستاسو د ایمان حافظ نه یم مونږ تاته نه دي ویلي چې
د خلکو په سر آغا او بادار اوسه؛ چې لکه د دولت په څېر څارونکی اوسې چې وګورې څوک
څه کوي .دا ټولی دا کار کوي هغه ډله هغه کار سرته رسوي؛ دوی باید ورټل شي او جزا
ورکول شي ،هغوی ته باید انعام ورکول شي .نه ،داسې نه ده ،ته حفیظ نه يې ،یوازې الله
يءٍ حَفِيظٌ)۶۲( .
ن رَبِي عَ َلىَ كُلِ شَيْءٍ حَفِيظٌ )۶۸( .وَرَبُّكَ عَلَى كُلِ شَ ْ
حفیظ دی :اِ َّ
یوازې الله دی چې پر ټولو څيزونو حفيظ او ساتونکی دی .د الله ستر استازی وايې:
ن الْمُ َتكَلِفِينَ )۳۲( .زه د تکلیف اهل نه یم« .تکلیف» یعنې سخت او شاقه کار.
وَمَا َانَا مِ َ
«کُلفَت» هم له همدې ريښې دی د کړاو ،رنځ او خوارۍ په معنی .دا کلمه اوس هغه چاته
ویل کيږي چې په کورونو کې د نوکر او خدمتګار په توګه کار کوي .رب تعالی وايي ،کوم یو
څیز چې تاته شاق او ستونزمن وي ،زه نه غواړم تاسو په تکلیف کړم .وايي:
اَ ُنلْ ِزمُکُمُوهَا َواَن ُتمْ لَهَا كَارِهُونَ )۳۱( .مګر آیا مونږ پیغمبران کولی شو تاسو یو کار ته
مجبور کړو چې َواَن ُتمْ َلهَا كَارِهُونَ ،له هغه کراهت لرئ او نه مو خوښيږي چې سرته يې
كرَاهَ فِي الدِينِ .په دين کې کراهت نشته ،ځکه چې دا د زړه کار دی .تر څو
ورسوئ .وايي الَ اِ ْ
چې د سړي د زړه جذب او مينه نه وي ،واقعي دین پال نه دی .څه ګټه به ولري چې مثالً خپل
اوالد مجبور کړو چې لمونځ وکړي .که ټول عمر هم زمونږ له مخې او زمونږ له ډاره لمونځ
وکړي یوه ټکه ارښت هم نه لري.
ځکه کوم زړه چې الله ته موجه نه وي او د بل چا او کوم بل څيز له خاطره وي ،لمونځ کول
يې ګټه نه لري .خو دوه رکعته لمونځ چې د هغه په توسه د خپل معشوق او یار په لور الړ
شي له هاغه لمونځونو سره له ځمکې تر اسمان توپير لري .له الله سره اړیکه د زړه او قلب
اړیکه ده .نو ،د یو چا د ایمان راوړلو لپاره د پیغمبر هڅې ،تر هغه مهاله چې د هغه زړه او
قلب اړیکه پیدا کړي نه وي ،ګټه نه لري .دا یو فزیکي کار نه دی؛ څرګند نه دی .نو پر دې بنا
ته پر چا د تسلط او غلبې حق نه لرې؛ جبَار نه يې؛ وکیل نه يې؛ نه شې کولی یو څوک
مجبور او مکلف کړې.
البته دلته خبره د دنیايي او حقوقي مسایلو په اړه نه ده .د بېلګې په توګه که یو کس پر بل
ظلم او ستم وکړي مجبوروي يي چې ظلم ترې رفع کړي او د مظلوم او ربړول شوي حقوق
ورکړي ،خو د الله سره د قلبي اړیکې په اړه د الزام او تکلیف خبره بې ځایه ده او هيڅوک د
یوې ډېرې وړې مداخلې او الس وهنې حق نه لري .دا سورت د یوې سترې پېښې په ذکر
علَ ْينَا حِسَابَ ُهمْ .پای ته
چې په آخرت کې به رامنځته شي پيلېږي او په دې یادونه چې اِنَّ َ
رسېږي .یعنې په دې تذکر چې جهان یو حساب او کتاب لري او زمونږ د ټولو حساب له الله
سره دی .الله ته پناه وړو له دې چې په هغه ورځ مو پایلیک تور وي او د هغه له لورینې او
لطف بې برخې او نهيلې پاتې شو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ــ اعراف ( ۶ .... ۱۸۵ )۵ــ تکویر ( ۳ .... ۱ )۸۱ــ انفطار (۱ )۸۶
۴ــ زلزله ( ۱ )۲۲او ۵ ..... ۶ــ قارعه ( )۱۲۱ا تر ۲ ..... ۳ــ انشقاق (۱ )۸۴
۵ــ انعام ( ۸ ..... ۵۲ )۲ــ نهج البالغه « ،کلمات قصار» ۱۴۵ ،کلمه
۲ــ نور ( ۱۲ ..... ۳۲ )۶۴ــ نور ( ۱۱ .....۴۲ )۶۴ــ بقره (۸۱ )۶
۱۶ــ کهف ( ۱۳ ....۶۲ )۱۸ــ اعراف ( ۱۴ .....)۵ــ دخان ( ۱۲ )۴۴او ۱۱
۱۵ــ سجده ( ۱۲ ....۱۵ )۳۶ــ رعد ( ۱۵ .... ۳۵ )۱۳ــ مطففین ( ۴ )۸۳او ۵
۱۲ــ نجم ( ۱۲ .... )۵۳ــ نجم ( ۳۲ )۵۳او ۴۲ ۱۸ــ نجم (..... ۳۲ )۵۳
۶۲ــ قصص ( ۶۱ ۵۵ )۶۸ــ فرقان ( ۶۶ ..... ۵۶ )۶۵ــ مؤمنون (۳ )۶۳
۶۳ــ انسان ( ۵ )۵۲تر ۶۴ ..... ۸ــ انسان ( ۶۵ .... ۱۲ )۵۲ــ ق (۴۵ )۵۲
۶۲ــ انعام ( ۶۵ ..... ۱۲۵ )۲ــ هود ( ۶۸ ..... ۸۲ )۱۱ــ هود (۵۵ )۱۱
۶۲ــ سبا ( ۳۲ .....۶۱ )۳۴ــ ص ( ۳۱ ...... ۸۲ )۳۸ــ هود (۶۸ )۱۱